تبلیغات

  د نيوکو انګېزه قرآن بشرسيالۍ ته رابللى او ترې غوښتي،چې د قرآن د سورت په څېر يو سورت راوړئ؛خو چاورسره د سيالۍ جرات و نه کړ او ټولو ورته د بېوسۍ ګونډې ووهلې؛نو د قرآن دا برلاسي او د هغوى ماتې ورته د زغملو وړنه وې او داچې د سيالۍ ځواک يې نه درلود؛نو […]

 

د نيوکو انګېزه

قرآن بشرسيالۍ ته رابللى او ترې غوښتي،چې د قرآن د سورت په څېر يو سورت راوړئ؛خو چاورسره د سيالۍ جرات و نه کړ او ټولو ورته د بېوسۍ ګونډې ووهلې؛نو د قرآن دا برلاسي او د هغوى ماتې ورته د زغملو وړنه وې او داچې د سيالۍ ځواک يې نه درلود؛نو په قرآن کې يې خبرو او “خوګانو” را ايستو ته ملاوې وتړلې،چې له دې لارې قرآن د خلکو په ذهنونو کې سپک کړي.

موږ دلته هماغه خبرې راخستې،چې له يو اړخه مفکوره یې راته څرګنده شي او بلخوا يې له ځاني غوښتنو او وچو کلکو تعصبونو پرده اوچته شي .

 

*لومړۍ نيوکه :

وايي:په قرآن کې داسې جملې کارول شوې،چې د عربۍ ژبې له فصاحت، بلاغت او قاعدو سره اړخ نه لګوي،چې داسې کتاب معجزه کېداى نشي.

*ځواب: دا خبره له دوو اړخونو ناسمه ده ؛ځکه :

الف _ قرآن په ډېرو فصيحو او بليغو عربوکې،چې قرآن سيالۍ ته رابلي وو نازل شوى،چې که کړای شئ،د قرآن د سورت په څېر يو سورت راوړئ؛نو ټول د يو بل ملاتړي شول او پاتې راغلل او و يې ويل: دا کار د بشر له وسه وتلى دى؛نو که په قرآن کې يوه وړوکې خبره هم وه؛نو د وخت فصيحو عربو به پر همدې خبرې لاس اېښى واى او هغه به يې د قرآن پر خلاف دليل راوړى و او له قرآن سره د مبارزې پر مهال به يې له همدې وسلې کار اخستی واى او که کومه داسې خبره وه؛نو په تاريخ کې به راغلې وه او يا داچې د اسلام دښمنانو به سينه پر سينه را نقل کړې وه؛خو داسې کومه نښه په دوست او دښمن کې نه ليدل کېږي . بله دا چې په هغه وخت کې،چې قرآن راغى،د عربي ژبې د قاعدې په باب خو کومه خبره نه وه،بيا وروسته په دې اړه څېړنې وشوې او د عربي ژبې قواعد رامنځ ته شول ،چې مخالفين داسې فکر کوي؛نو هغوى ته دې وويل شي،چې د قرآن کلام خو څه د بليغو عربو له کلامه کم نه دى؛بلکې قرآن په فصاحت او بلاغت پوره دى،چې په خپله د عربي ژبې د قواعدو سرچينه ده؛نو که د قرآن تر نزول وروسته کومه قاعده لاس ته راغلې وي او له قرآن سره اړخ و نه لګوي؛نو نيمګړتيا به د هغې قاعدې وي،نه د قرآن او پردې سربېره،دا نيوکه هله قرآن ته متوجه وي،چې په قرآن کې د عربي قواعدو پر خلاف یو جمله وي،چې د قرآئت د طرز له پلوه،ټول حافظان پرې یوه خوله وي؛خو که په کوم قرائت کې، چې اړپېچ وي؛ نو د نيوکې ګوته قرائت ته نيول کېږي،نه د قرآن عظمت ته؛ځکه په نږدې راتلونکې کې به دا خبره جوته کړو،چې دا ټول مشهور قرائتونه د حافظانو له لوري يو ډول اجتهاد دى او د خداى له استازي په قطعي او متواتر ډول رانقل شوي نه دي .

 

*دويمه نيوکه:

بيا‌ ويل کېږي: که خبره څومره هم خوږه او فوق العاده وي؛معجزه کېداى نه شي،که څه بشر يې په څېر له راوړو عاجز وي؛ځکه د کلام د بلاغت پېژندل، په يوې ټاکلې ډلې پورې ځانګړى دى او د هر چا لپاره امکان نه لري؛خو پر معجزې بايد ټول خلک وپوهېږي او راوړونکى يې رښتينى وګڼي .

 

*ځواب : په ځواب کې یې وايو:

دا نيوکه هم د پخوانۍ په څېر کمزورې او بې بنسټه ده؛ځکه د معجزې له شرطونو دا نه ده،چې ټول پرې وپوهېږي؛نو که خبره دا وي چې داسې کوم شرط ومنو؛نو يوې معجزې ته هم معجزه نه شو ويلاى؛ځکه هره معجزه،چې په پام کې ونيسئ،بيا يې هم له څو اړخونو يو اړخ خلکو ته د پوهېدو وړنه وي؛نو هغه معجزه عملي ده،چې يوه ډله يې ويني او پر اعجاز يې پوهېږي او نورو وګړيو ته په پرله پسې نقل او ويلو ثابت او څرګندېږي؛ لکه څنګه چې مخکې مو وويل: قرآن د خداى د استازي په نورو معجزو کې ځانګړى ځای لري؛ځکه متواتر او پرله پسې نقلونه کېداى شي د وخت په تېرېدو هير شي؛خو قرآن همېشنۍ معجزه ده او څوک، چې پر عربي پوهېږي؛ نو د قرآن پر اعجاز پوهېداى شي.

 

*درېمه نيوکه :

بيا وايي: څوک چې پر عربي پوهېږي؛نو د قرآن د ټکيو په څېر بېل بېل ټکي راوړاى شي او څوک چې وکړای شي بېل بېل ټکي راوړي، ورته اسانه ده،چې دا ټکي د يو بل په څنګ کې کېږدي او د قرآن د جملو په څېر،جملې جوړې کړي او د قرآن په څېر کتاب راوړي.

*ځواب : دا نيوکه ددې ارزښت نه لري،چې بحث پرې وشي؛ځکه که څوک د قرآن د ټکيو په څېر يو ټکى ووايي او يا د قرآن له جملو يوه جمله؛نو لازمي نه ده،چې د قرآن د سورت يا سورتونو په څېر به هم راوړي؛ځکه پر موادو او الفاظو برلاسي هېڅکله پر ترکيب او جوړښت د برلاسۍ لزوم نه راښيي.څنګه ادعا کړای شو ټول وګړي ښايسته ښايسته ماڼۍ جوړولاى شي؛ځکه د ټولو له لاسه دا کېږي،چې په ماڼۍ کې خښته وکاروي؟!!

 

*څلورمه نيوکه:

وايي: که د قرآن اعجاز ومنو؛نو بيا هم دا خبره د قرآن د راوړونکي رښتينولي نه راښيي؛ځکه کومې کيسې،چې په قرآن کې راغلي،له پخوانیو کتابو( تورات + انجيل ) سره اړخ نه لګوي؛خو تورات او انجيل د خداى له لوري راغلي او په رښتيا اسماني کتابونه دي .

*ځواب : قرآن له همدې لارې،چې د تورات او انجيل له خرافي کيسو سره مخالفت کوي،خپل اعجاز جوتوي او هر ډول شکونه له منځه وړي؛ځکه دا يوازې قرآن دى،چې له باطلو او خرافي عقيدو پاک دى او هغه منطق نه مني،چې د عقل له مخې له خداى او د پېغمبرانو له شان سره اړخ نه لګوي؛نو له پخوانيو کتابو سره د قرآن مخالفت پر وحې توب يې نښه ده.

په تېرو مخونوکې مو دې خبرو ته پام راواړاوه او په پخوانيوکتابوکې مو يو لړ خرافات هم را واخستل او جوت مو کړل،چې ننني توراتونه او انجيلونه هغه انجيلونه اوتوراتونه نه دي،چې د خداى له لوري راغلي ول.

 

*پینځمه نيوکه :

په قرآن کې ضد ونقيض مطالب شته، چې موږ دا خبره د قرآن په دوو ځايو کې وليده او دې خبرې موږ د قرآن د وحې توب په اړه شکمن کړي يو:

١ _ قرآن په يوځاى کې د حضرت “زکريا” د دعا د منل کېدو نښه درې ورځې خبرې نه کول ښيي : (( قَالَ آيَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلاَثَةَ أَيَّامٍ إِلَّا رَمْزَاً ( آل عمران/۴۱)= ورته يې وويل:(( نښه داده،چې ته به درې ورځې له خلكو سره يوازې په اشاره خبرې وكړې . ))

خو په بل ځاى کې يې هماغه نښه درې شپې ټاکلې او د لومړۍ خبرې په نقض کې وايي : (( قَالَ آيَتُكَ أَلاَّ تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلاَثَ لَيَالٍ سَوِيّا (مریم/۱۰)=ويې ويل : ((ستا نښه داده، چې په روغه رمټه ژبه به درې شپې ورځې (له خلكو سره) خبرې ونه كړاى شي .))

ګورئ،چې دا دوه آيتونه يو له بل سره اړخ نه لګوي او مټکر دي؛ځکه په يو کې د دعا د منل کېدو شرط د ورځې خبرې نه کول او په بل کې د شپې ښوول شوې ده .

*ځواب : په عربي ژبه کې د”يوم” لغت کله ورځې او کله د لمر راختو او پرېوتو ترمنځ واټن ته ويل کېږي او ليل هم د شپې په مانا او د ورځې پر وړاندې کارول کېږي؛لکه چې خداى وايي : (( سَخَّرَهَا عَلَيْهِمْ سَبْعَ لَيَالٍ وَثَمَانِيَةَ أَيَّامٍ حُسُوماً (حاقه /٧ )=[چې خداى] دا سيلۍ پرې پرله پسې اوه شپې او اته ورځې را الوځولې وه . ))

چې په دې آيت کې “يوم” او “لیل” د يو بل پر وړاندې کارول شوي دي .کله هم “يوم” د شپې اوورځې ټولګې ته کارول کېږي؛لکه : (( تَمَتَّعُوا فِي دَارِكُمْ ثَلاَثَةَ أَيَّامٍ ( هود/٦٥)= درې ورځې (درې شواروزه) په خپلو كورنوكې له ژونده برخمن شئ. ))

لکه چې ((ليل)) د هغو ساعتونو لپاره کارول کېږي،چې لمر په اُفق او څنډه کې پټوي؛ لکه : (( وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَى‏(ليل/ ١)=پر شپه قسم، چې كله (نړۍ په خپلو تيارو کې) ونغاړي! ))

اوکله هم “ليل” د ورځې پر شپې اطلاقېږي؛لکه : (( وَإِذْ وَاعَدْنَا مُوسى‏ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَنْتُمْ ظَالِمُونَ (بقره/ ٥١)=او(در ياد كړئ)، چې كله موږ له موسى سره د څلوېښت شپو (پرله پسې شپه و ورځ) وعده كېښووه. ))

نو پام مو دى،چې په لومړي آيت کې (يوم) د شپې او ورځې ټولګې ته او په دويم آيت کې هم (ليل) يوې بشپړې شپې او ورځې ته کارول شوى دى ،چې د بشپړې شپې او ورځې لپاره د”يوم” او”ليل” ټکى کارول،په قرآن او عربي ژبه کې خورا زيات دي؛ نو له دې څرګندونې جوتېږي،چې د حضرت زکريا (ع) د دعا د استعانت نښه،چې په لومړي آيت کې درې ورځې او په دويم آيت درې شپې ټاکل شوې،يوه مانا لري،چې مراد ترې پرله پسې درې شپې ورځې وې؛ نو نه يوازې ددې دوو آيتونو ترمنځ ټکر نه شته؛بلکې د دواړو مانا يوه ده، چې يو بل تصديق او تفسيروي او هله به ددې دوو آيتونو ترمنځ ټکر وي،چې “يوم” يوازې د ورځې او “ليل” يوازې د شپې په مانا وه؛ خو دا دوه ټکي د يو بل په مانا هم دي او که د شپې او ورځې ټولګې ته هم وکارول شي؛نو ټکر به پکې نه وي،چې دا څرګنده خبره ده؛ خو ځينې خلک ترې سترګې پټوي،چې په خپل خيال، د قرآن له ستروالي څه کم کړي .

* دويم _ وايي:په بل ځاى کې د قرآن په آيتونوکې ټکر دا دى:

کله قرآن د انسانانو کړنې خپلې یې بولي او وايي : (( فَمَن شَاءَ فَلْيُوْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَكُفُرْ (کهف /٢٩)=كه د چا خوښه وي؛نو ايمان دې راوړي او كه خوښه یې وي؛ نو كافر دې شي.))

او کله هم د ټولوکارونو واک خداى ته ورکوي او ان د بندګانو کړه وړه هم په خداى پورې تړي او وايي : (( وَمَا تَشَاؤُونَ إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ (انسان / ٣٠)= هېڅ شى ستاسې په خوښه نه كېږي؛خو دا چې خداى يې وغواړي . ))

لنډه داچې ځينې آيتونه، د خداى بندګانو ته په کړنوکې واک ورکوي او ځينو ترې دا واک اخستى او ټول واک يې خداى ته ورکړى،چې ددې آيتونو ترمنځ ښکاره ټکر او اړپېچ شته .

*ځواب :

 د جبر او واک مسئله :

قرآن،چې د بندګانو کړنې په هغوى پورې او کله په خداى پورې تړي، دواړه په خپلو ځايو کې سمې دي،چې پکې اړپېچ نه ليدل کېږي . هر څوک په خپل فطرت او وجدان کې د دې خبرې حقيقت مني،چې د ځينو کارونو په کولو کې واک لري،چې په دې اړه هېڅوک شکمن نه دي؛نو د همدې دليل له مخې،په نړۍ کې بدکاران رټل کېږي او نېکان ستايل کېږي،چې دا د دې پخلى کوي،چې انسانان په خپلو کړنوکې واک لري او د کړنو په کولو کې پرې زور نشته .

بيا هم هر هوښيار دا مني،چې عادي تګ يې له راغورځېدو سره توپير لري او له دې توپيره ورته جوتېږي،چې په لومړي حرکت کې يې واک درلود او په دويم حرکت کې بېواکه او مجبور و او بيا هم دا خبره روغ عقل مني،سره له دې،چې د ځينو چارو واک انسان ته ورکړل شوى،چې په خپله خوښه يې وکړي او که نه يې کوي؛خو ددې ډېرو اختياري چارو د سريزو واک،له ولکې بهر کار دى. د بېلګې په توګه : د انسان د کړنو سريزې؛لکه په خپله د انسان وجود،ژوند او پر چارو يې وس؛نو ښکاره خبره ده، چې ددې چارو د سريزې واک د انسان له ولکې وتلى دى او ددې چارو رامنځ ته کوونکى هماغه ځواک دى،چې انسان يې پنځولى؛نو د انسانانو کړه يې هم هغوى ته اړوندولاى شو،چې په خپل واک يې وکړي دي او هم يې خداى ته منسوبولاى شو،چې ددې چارو سريزې د خداى په واک کې دي.

بل داچې فلسفې جوته کړې،خالق متعال د موجوداتو تر پنځولو وروسته لاس یې ترې نه دى اخستى او د موجوداتو پاتې کېدل،د خلقت د اصل په څېر،د خدای په ځواک او ارادې پورې اړه لري او ان موجودات يې يوه شېبه هم بې له ځواک او ارادې نشي پاتې کېداى.

د خالق او مخلوقاتو ترمنځ اړيکې د يو کور او د خټګر په څېر نه دي،چې د کور تر جوړېدو وروسته به خټګر او کارګرانو ته اړتيا نه وي، چې تر جوړېدو وروسته به پر ځان پوره شي او خپل پاېښت ته به پاينه ورکړي،که څه جوړوونکي يې له منځه تللي وي او يا د يوه ليکوال په څېر دي،چې يوازې په ليکلو پورې يې شتون ته اړتيا وي،چې تر ليک وروسته يې ليکنه پاتې شي او بیا د ليکوال شتون ته اړتيا نه وي؛بلکې د هستۍ او خالق د اړيکې مثال (چې خداى له دې ټولو مثالونو ډېر لوړ دى) د رڼا او برېښنا ترمنځ اړيکه ده؛رڼا هله رامنځ ته کېږي،چې روغ سيم څراغ ته برېښنا ورسوي او څراغ هم هره شېبه د رڼا د توليد لپاره برېښنا ته اړتيا لري او هره شېبه،چې د برېښنا او څراغ ترمنځ اړيکې پرې شوې؛نو د رڼا پر ځاى به تپه تياره شي؛نو ټول مخلوقات په منځ ته راتلو او پاتې کېدو کې لوړې مبداء ته اړتيا لري،چې هر يو ددې عالي مبداء،چې پر ټولو موجوداتو واکمن دى پام او مرستې ته اړين دي او په پراخه رحمت پورې يې تړلي دي او که يوه شېبه دا اړيکې پرې شوې؛نو دا هر څه به نېست او پوپناه شي .

د انسان کړنې د جبر او واک تر منځ دي. انسان سره له دې،چې د کړنو پر تر سره کولو کې د خپل واک خاوند دى؛خو هغه سريزې يې، چې دې کار ته په کار دي،په واک کې نه دي،چې د خداى له لوري بندګانو ته ورکول کېږي اولکه څنګه چې بشر ددې چارو په پیداېښت کې خداى ته اړين دى؛نو د پاتې کېدو لپاره هم د يوې شېبې لپاره خداى ته اړين دى؛نو انسان،چې هر کارکوي؛ له يوه اړخه په انسان پورې تړاو لري او له بله اړخ په خداى پورې.

د قرآن آيتونه هم د همدې خبرې سپيناوى کوي او غواړي پردې حقيقت خلک وپوهوي ،چې په چارو کې د انسان واک د خداى دځواک د نفوذ مخنيوى نشي کړای؛ځکه خدای د بشر پر کړنو څارنه او عنایت لری،چې دا هماغه د ((امربين الامرين )) مسئله ده،چې موږ پرې ګروهمن یو او دیني مشرانو هم ورته ارزښت ورکړى او په رامنځ ته کولو يې د “جبر” او “واک” پر دوو نظريو د بطلان کرښه راکښلې؛د مسئالې د ارزښت له اميو له بل ساده مثال ته ځیر شئ :

څوک فرض کړئ،چې لاس يې شل وي او خوځولاى يې نه شي او يو طبيب يې په بربښنايي څرکونو لاس په ارادي حرکت راولي؛نو که طبيب يې هر وخت دا وسيله په لاس پورې وتړي؛نو د ناروغ لاس هم دا وس پیدا کوي،چې په خپل واک لاس وخوځوي؛خو که طبيب د لاس او برقي وسيلې اړيکې پرې کړي؛نو لاس به د پخوا په څېر شي او نور به د حرکت وس و نه لري؛خو اوس طبيب راغى او د ازمېښت لپاره يې د ناروغ د لاس او وسيلې ترمنځ ټينګه جوړه کړه، چې د ناروغ لاس په خپله اراده په حرکت پيل وکړ،حال دا چې طبيب د ناروغ د لاس د حرکت پر مهال هېڅ لاس وهنه نه درلوده او يوازېنى کار،چې طبيب وکړ،يوازې د برقي وسيلې له لارې ورته ځواک ورکول و،چې ددې سړي لاس ته حرکت ورکول هماغه ((امربين لاامرين )) دى؛ ځکه دا حرکت د ناروغ تر مستقل واک لاندې نه دى؛بلکې برقي وسيلى نښلولو ته اړين دى،چې واک يې له طبيب سره دى. دا حرکت يوازې په طبيب پورې هم اړه نه لري؛ځکه طبيب يوازې انرژي ورکړه؛خو حرکت په خپله د ناروغ په واک کې دى او ناروغ وکړاى شول، په خپل واک خپل لاس وخوځوي؛نو دا هغه څه دي،چې موږ پرې ګروهمن يو،چې ((نه جبر دى او نه تفويض؛بلکې ددې دوو ترمنځ يو کار دى))؛نو ټولې چارې، چې انسان کوي،له يوه اړخه پکې د انسان غوښتنه او واک وي او له بله اړخه انسان هم نه شي کړاى، چې د ارادې له مخې يې وکړي؛خو د څه چې خداى ورته اراده کړې وي او سريزې او شرايط يې ورته چمتو کړې وي او ټول آيتونه، چې په دې اړه راغلي،د همدې موخې او مانا ملاتړ کوي چې :

له يواړخه انسان ته د واک په جوتولو،هغه جبر ردوي،چې ځينې پرې قايل دي او بلخوا خدای ته دبندګانو د کړنو منسوبول هم ردوي،چې ځينې پرې ګروهمن دي .

تفسير پوهانو پر دې آيت زيات بحثونه کړي او د “جبر” او “تفويض” نظر يې باطل ثبوت کړى دى .

د جبر او تفويض ترمنځ بله منځنۍ لار هم شته،چې د پېغمبراکرم اهل بيتو راښوولې، چې څو بېلګې يې دا دي:

١_يو تن امام “صادق” وپوښته : (( آيا خداى انسان ناوړه چارو ته اړباسي؟)) امام : (( نه !)) (( آيا د ټولو چارو واک يې انسانانو ته ورکړى؟)) امام : (( نه!)) – ((نو اصلي خبره څه ده؟)) امام : (( د خداى له لوري پر بندګانو لطف او لورنه ده، د جبر او تفويض ترمنځ لار وهي.))

وګورئ : (کافي: کتاب توحيد؛ باب جبروتفويض وامربېن الامرېن) او په هماغې سرچينې کې د امام “صادق” له خولې ليکل شوي : (( نه جبر دى او نه تفويض؛ بلکې ددې دوو ترمنځ پړاو دى.))

 

پايله

د جبر او واک په اړه د ټولو خبرو کوچ او نچوړ دادى:

که څه په دې اړه د قرآن آيتونه دوه ډوله دي،چې يوه يې په ظاهره جبراو بله يې په ظاهره واک راښیي؛ خو ترمنځ یې پوټى ټکر نشته؛بلکې په يوې مانا دي او يو بل تفسيروي،چې له اهلبيتو روايت شويو احاديثو هم ددې خبرې پخلى کړى دى .

 

* شپږمه نيوکه :

وايي :عرب،چې له قرآن سره سيالۍ ته را ونه وتل او په څېر يې را نه وړ،لامل يې دا نه و،چې له راوړو يې بېوسې وو؛بلکې بېلابېل علتونه يې درلودل . د مثال په توګه: داچې مسلمانان د پېغمبر اکرم او خلفاوو په وخت کې د ستر ځواک خاوندن ول؛نو له وېرې سيالۍ ته را و نه وتل او پوهېدل، که راووځي او په څېر يې راوړي؛نو مسلمانان به يې وګواښي او د څلورګونو خلفاوو زمانه،چې تېره شوه او خلافت امويانو ته په لاس ورغى او د خلافت چارې یې د اسلامي بلنې پر چورليځ (محور) نه وې،چې نور له اسلام سره مبارزې ته راوهڅوي او بلخوا خلک هم د قرآن له لفظي او معنوي خوږ لنۍ سره روږدي شوي وو؛نو ځکه خلکو له قرآن سره زور او ځېل پرېښود او سيالۍ ته را ونه وتل.

*ځواب: دا نيوکه له څو اړخونو بې بنسټه ده .

١_حضرت محمد(ص) هغه مهال خلک له قرآن سره سيالۍ ته راوبلل،چې په مکه کې و اسلام لا دومره شان،شوکت او دبدبه لاس ته نه وه راوړې او ځواک يې هم نه درلود؛خو د اسلام دښمنان په هر څه سمبال وو؛خو سره له دې هم، د عربو يوه فصيح هم دا بلنه و نه منله .

٢_هغه وېره هم ناسمه وه،چې ګوتنيوونکي ورته اشاره وکړه؛ځکه کتابوالو په “جزيرة العرب” او نورو سيمو کې په پوره امن او آزادۍ کې ژوند کاوه او له دې اړخه يې له مسلمانانو سره هېڅ توپير نه درلود،په تېره بيا د څلورم خليفه د حکومت پر مهال،چې د خلافت چارې يې د عدالت پر بنسټ سمبالولې او دوست او دښمن دواړو يې پر عدالت منښته درلود.

هو! په داسې وخت کې،چې ټول له بشپړې آزادۍ برخمن ول او پر هېڅ چا هېڅ ډول وېره او دباو نه و؛نو که چا د قرآن په څېر راوړاى شو؛نو راوړى به يې و؛نو دا چې نه يې دى راوړى،پر دې مانا دى،چې نه يې شو راوړاى.

٣_که فرض کړو د اسلام مخالفينو وېره درلوده؛نو دې وېرې د سيالۍ له راوتو او ښکاره مبارزې مخنيوى کولاى شو؛خو دلته بايد وګورو دا څه لامل و،چې کتابيان يې ان په پټه له مبارزې لاس اخستو ته اړ کړل او ان په خپلو کورونو او خصوصي غونډو کې يې هم ځواب ورنه کړاى شو؛نو که ځواب یې درلود او وېرېداى؛نو ځواب به يې پټ ساتلى و؛لکه څنګه يې، چې د خپلو مذهبي کتابو خرافي کيسې يادې وې؛نو دا به يې هم راوړى واى؛خو ددې پټې مبارزې اغېز هم چا ونه ليد .

٤_د انسان طبيعت داسې دى،چې تکرار ورته خوند نه ورکوي او پرې ستړى کېږي؛نو که يوه خبره څومره هم خوږه وي او څو ځل پرله پسې وويل شي،خوند يې له منځه ځي او انسان ستومانوي،چې البته دا “د رنګارنګۍ غوښتنې حس” يوازې په خبرو پورې ځانګړى نه دى؛بلکې په خوراک،څښاک او….. پورې هم اړه لري؛نو که قرآن معجزه نه وي؛نو “د رنګارنګۍ غوښتنې حس” به هم د قرآن خوند له منځه وړاى واى؛خو ګورئ،چې قرآن هر څومره لوستل کېږي،هومره يې خوږلنى هم ډېرېږي او پر ځان د انسان ايمان او يقين تر پخوا نور هم غښتلى کوي .

نو نامسلمانو فصيحو عربو ته، چې د قرآن تکرار څه مفهوم نه درلود؛نو ولې له قرآن سره له مبارزې تر څنګ شول او ډګر ته راونه وتل؟

*اوومه نيوکه :

وايي : قرآن خپله ځانګړې لار لري،چې په فصيحانو او اديبانو کې له دوديزې لارې توپير لري؛ځکه ډول ډول موضوعګانې يې يو له بل سره يو ځاى کړي او له هر وره يې خبرې کړي دي؛په يوه ځاى کې د تاريخ په اړه خبرې کوي،چې پکې متلونه او حکمتونه راواچوي؛نو که قرآن منظم فصلونه درلودل او په هر څپرکي کې يې خپلې ځانګړې موضوع ګانې راغونډې کړې واى؛ نو ګټه به يې زياته او آسانه وه.

*ځواب :

قرآن لارښوونکى کتاب دى او د انسان د دنيا او آخرت د نېکمرغۍ لپاره راغلى او د کوم تاريخي، فقهي، اخلاقي او دې ته ورته نورو کتابو په څېر نه دى،چې د هرې موضوع لپاره څپرکى ولري او شک نشته،چې د قرآن لار تر ټولو ښه ګټوره ده؛ځکه که څوک د قرآن يوه برخه هم ولولي؛نو د ډېر څه په اړه به يې معلومات تر لاسه کړي وي او پر دې سربېره، يو سورت څنګه هم “مبداء او معاد” ته د انسان پام اړولاي او هم له تېرو عبرت ورکولاى شي او هم ورته لوړ،اخلاقي او د ژوند کړلارې زده کړې .

هو ! دا ټول مطالب په يو سورت کې لاس ته راوړل کېداى شي؛خو د کلام نظم ته کوچنى تاوان هم نه ور رسوي، چې په خورا ښه توګه يې حق بيان کړى دى؛نو که قرآن هرې موضوع ته بېل بېل څپرکى درلوداى؛نو دا دومره موخې به په يو سورت کې لاس ته نه راتلاى او د قرآن ويونکي به هله ډېر څه لاس ته راوړاى شول،چې پوره قرآن يې لوستى واى او شونې وه،چې د ټول قرآن پر ويلو بريالى نه شي؛نو ګټه به يې هم لږه وه.

 

*اتمه نيوکه :

د قرآن پر اعجاز يې وروستۍ نيوکه دا ده : يو مسيحي ليکوال پر قرآن د نيوکې لپاره د “حسن الايجاز” په نامه يو کتاب وکښه،چې ١٩١٢ د مصر له “امريکايي-انگليسي” چاپځي خپور کړ،چې پکې راغلي دي :

له قرآن سره سيالي کولاى شو او په څېر يې بل کتاب ليکلاى شو،د خپلې وينا پخلي ته يې له قرآنه څو جملې اقتباس کړي او د ځینو الفاظ یې بدل کړي او په دې توګه د قرآن سيالۍ ته راوتلى دى .

*ځواب : موږ يې ليکنې راخستې، چې لوستونکيو ته يې د کمزورۍ ټکي ور وښيو او په دې اړه مو په خپل کتاب “نفحات الاعجاز” کې ، د ” حسن الایجاز” په رد کې پوره بحث کړى دى.

 

د فاتحې له سورت سره سيالي :

دى خيالپلوه فاتحې سورت سره د سيالۍ لپاره ليکلي :

((الحمدللرحمان،رب الاکوان،الملک الديان،لک العباده وبک المستعان،اهدنا الصراط الايمان))

ژباړه: د بښونکي خداى مننه، د هستيو پالونکى، هغه پاچا، چې بدله ورکوونکى دى،عبادت ستا لپاره دى او استعانت هم ستا دى، موږ ته د ايمان لار راوښيه .

خيال يې کړى،چې دې جملو د فاتحې د سورت ټولې ماناوې رانغاړلي او ترې کم هم دى؛ نو موږ به داسې تنګ نظري او لنډ فکري انسان ته په ځواب کې څه ووايو؟!؛ نو ښه به نه وه، چې دا ليکنې يې لږ تر لږه يو ځل مسيحي عالمانو ته ښوولې واى،چې دومره يې ځان نه و شرمولى او دومره عقل یې هم نه درلود،چې که يو شاعر او يا ليکوال وغواړي له کومې ليکنې يا کلام سره سيالي وکړي؛نو د سيالۍ لپاره داسې کلام راوړي،چې هم يې لار له مخامخ لوري سره توپير ولري او هم په ټکيو کې استقلال ولري،د سيالۍ مانا دا نه ده، چې د هماغه کلام پېښې وکړي او ټکي یې واړوي او يو بل کلام ترې جوړ کړي او بيا سيالۍ ته را ووځي؛نو که سيالي داسې کېداى،چې دې کړې،بيا خو به له هر کلام سره سيالي ډېر اسان چار و او د رسول اکرم د زمانې عربو ته به د سیالۍ خورا اسانه لار وه؛خو هغوى د سيالۍ پر دود پوهېدل او هم پر فصاحت او بلاغت؛نو ځکه له قرآن سره د سيالۍ له ډګره وتښتېدل او د ځينو،چې زور و نه رسېد؛نو پر تورونو يې لاس پورې کړ او ويې ويل،چې دا (قرآن) خو يوازې ښوول شوى (مدثر:٢٤) جادو دى .

( ژباړن : هماغه د ګيدړې خبره شوه،چې انګورو ته نه شوه ورختاى؛نو ويې ويل، چې انګور تروه دي)

اوس دا خبرې یې له قرآن سره پرتله کوو:

١- څنګه به څوک ووایي ،چې د((الحمدللرحمان )) جمله، د مانا او مفهوم له پلوه له (( الحمدلله )) سره يو شان ده،حال دا چې ((الله)) د سپېڅلي ذات نوم دى،چې ټول کمالي صفتونه لري،چې يو يې ((رحمت)) دى؛نو د((الحمدلله )) په جمله کې، د مننې انګېزه د دې لپاره ده،چې خداى د ټولو کمالي صفتونو خاوند دى او د((الحمدللرحمان )) له جملې انګېزه يوازې د خداى له رحمته مننه ده،چې د خداى نورو صفتونو ته پکې اشاره نه ده شوې .

٢- د ((رب الاکوان)) جمله د ((رب العالمين الرحمان الرحيم )) تر جملې خورا نيمګړې اونامناسبه ده،چې د دواړو آيتونو مانا او موخې يې له منځه وړې دي؛ځکه له دې دوو آيتونو داسې ګټنه کېږي،چې نړۍ يوه نه ده؛بلکې شمېر يې ډېر دى او د ټولو خاوند او پالونکى ((الله)) دى،چې رحمت يې ټولو ته د تل لپاره دى؛نو څنګه به دا مانا د((رب لاکوان)) له جملې لاس ته راوړو؟حال دا چې((کون)) د حدوث، وقوع، ستنېدا او کفالت په مانا دى .

له ((اکوان)) [چې مصدري مانا لري او د ((ول يا بودن)) په مانا دى]، د “رب” (خاوند او پالونکي په نامه د ټکي ورزیاتول له ادبي اړخه هم سم نه دى . هو! کړاى شو،چې د ((خالق )) ټکى ورسره پرې زياتولاى شو او ووايو ((خالق الاکوان ))؛خو د ((اکوان )) له ټکي، نه د نړيو د شمېر لپاره ګټنه کېږي او نه پر دې نړيو د خدای د همېشني رحمت لپاره .

٣- پر ((الملک الديان )) د ((مالک يوم الدين )) اړول ، د آیت د موخې او مانا ضمانت نه شي کړاى؛ځکه مانا یې : ((د جزا د ورځې واکمن او خاوند دى))؛خو ددې سړي جمله د ((جزا ورکونکي پاچا)) په مانا ده،چې په دې جمله کې بېخي هغه نړۍ ته اشاره نه ده شوې، چې د اعمالو سزا او ثواب پکې ورکول کېږى؛خو دا آيت پر خپلو موخو سربېره، دا مانا هم تضمینوي او بيا هم دا جمله، دا مطلب نه رارسوي،چې د هغې ورځې ((خاوند)) خداى دى او نور څوک پکې ډېر کم واک هم نه لري او پر هغه ورځ به هر څه د خداى په واک کې وي او د خداى حکم به پر ټولو واکمن وي،چې ځينې به جنت او ځينې به دوزخ ته ځي او ددې سړي له جملې يوازې دا ګټنه کېږي : هغه پاچا دى،چې د انسان کړنو ته ثواب ورکوي،چې دا مطالب د آيت له مانا سره خورا توپير او واټن لري.

٤_ د ((اياک نعبدواياک نستعين ))جمله؛يعنې يوازې تا لمانځو او مرسته درنه غواړو،چې ليکونکى له آيته پوه شوى،چې د ناچارۍ له مخې بايد د خداى عبادت وشي او استعانت هم بايد د خداى له لوري وي؛نو هغه دا جمله پر ((لک العبادة وبک المستعان)) اړولې،چې دا مانا ترې واخلي؛خو ليکوال پوه نه دى،چې آيت پر دې حقيقت سربېره، غواړي،چې ايمانوال تلقين کړي،چې په عبادت کې توحيد راښکاره کړي،چې ګردې غوښتنې او ان په عبادت کې هم له ((الله)) مرسته وغواړئ.

آيت غواړي،مؤمن بنده بايد پردې حقيقت منښته وکړي،چې هغه او ټول مؤمنان بې له خداىه بل نه ستايي او بې له خداىه له بله مرسته هم نه غواړي؛نوهم يې ستايي اوهم ترې مرسته غواړي .

5_(( اهدنا الصراط المستقيم )) له آيته مراد دادى،چې بنده د عبادت په مقام کې له خپل خدايه وغواړي،چې ورته د هدايت ډېره نږدې لار وروښيي او عقیده یې سمه او پر ښو لارو یې ورسیخ کړي او په آيت کې يوازې د ايمان پر غوښتنه قناعت نه دى شوى؛خو د (( اهدنا صراط الایمان)) جمله په دې مانا کې کافي نه ده او دا جمله له دې اړخه هم نيمګړې ده،چې يوازې پکې د ايمان په لار کې لارښوونه غوښتل شوې ده؛خو دا چې د ايمان لار نېغه لار ده،ورته بېخي اشاره نه ده شوې؛ځکه چې پاتې سورت؛يعنې (( صراط الذين انعمت عليهم غيرالمغضوب عليهم ولاالضالين )) راښيي،چې نېغه لار هم شته او پر چاچې خداى لورېدلى وي؛نو پر دې لار به سم شوي وي،چې دا لار هماغه د پېغمبرانو،صالحانو او شهيدانو لار ده او بيا راښيي،چې کږه لار هم شته او هغوى چې خداى پرې پر غضب شوى دى او ځېل يې کړى وي؛نو پر دې لار روان شوي،چې د خپلې ناپوهۍ له امله له سمې لارې کاږه شوي دي.

ګرانو لوستونکيو! آياکړاى شو،چې دا ټول لوړ او اخلاقي حقایق، چې په دې آيتونو کې پټ دي،د دې خيالپلوه انسان په جملوکې ومومو؟!

 

د کوثر له سورت سره سيالي:

همدا ليکوال له “کوثر” سورت سره داسې سيالۍ ته راوتلى دى: ((اناعطيناک الجواهر،فصل لربک وجاهر، ولا تعتمدقول ساحر ))

ژباړه:((موږ درته جوهر درکړ،ته هم په لوړ غږ لمونځ وکړه او د کوډګرو په وينا مه ډاډه کېږه .))

١- د ګران لوستونکي خو به دې خبرې ته پام وي،چې دې بې انصافه ليکوال د قرآن د نظم او ترکيب پېښې کړي او يوازې د قرآن الفاظ يې اړولي او ځان يې داسې ښوولى،چې له قرآن  سره سيالۍ ته راوتى دى .

٢- بيا هم وينئ چې دا کړه وړه يې خپل نه دي؛بلکې له “مسيلمه کذاب” څخه يې غلا کړي او پر خپل نامه کړي يې دي،چې “مسيلمه” هم له دې سورت سره سيالۍ ته راوتی و:

(( انااعطيناک الجماهير، فصل لربک وهاجر،وان مبغضک رجل کافر))

ژباړه :((موږ تاته ولسونه درکړل؛ ته هم لمونځ وکړه،هجرت وکړه او دښمن دې کافرسړى دى.))

٣_ او تر دوى هم هېښنده خبره داچې که دوه کلامونه په “سجع” او “قافيه” کې ورته وي؛نو په فصاحت او بلاغت کې به هم ورته وي؛خو داسې نه ده؛بلکې د فصاحت لومړى شرط دادى،چې د يوې وينا د جملو ترمنځ د اړيکو او انډول شتون وي،چې ددې سړي په خبرو کې نه شته؛ځکه د ولسونو ورکول په دې پورې اړه نه لري،چې لمونځ وشي او هغه هم په لوړ غږ؛ځکه خداى خپلو بندګانو ته ډېر نعمتونه ورکړي،چې تر مال او شتمنۍ غوره دي؛لکه ژوند،عقل، ايمان او….؛نو ولې او څرنګه دا ښاغلى يوازې شتمني د لمونځ لامل ګڼي؟

هو! څوک چې په شتمنۍ ګومارل شوى وي،چې دنده وکړي؛نو معبود او موخه يې يوازې شتمنۍ وي.

٤- بېځاېه به نه وي، چې دا ليکوال وپوښتل شي :له “جواهر” څخه يې مراد څه دى، چې له الف او لام سره يې راوړى دى؟

که مراد ترې ټاکلي جواهر وي؛ نو په دې جملوکې پرې هېڅ قرينه نه شته،چې ((الف،لام )) ورته اشاره وي او که ((الف اولام )) د ټوليز او استغراق لپاره وي او د ويونکي مراد ترې په دنياکې ټول شته جواهر وي؛نو دا هم ښکاره دروغ دي؛ځکه په دنيا کې ټول جواهر يوه سړي ته نه دي ورکړل شوي .

٥_ بيا هم دې پوښتنې ته اړتياپیدا کېږي،چې د دوو لومړيو جملو او((ولاتعتمد قول ساحر)) د جملې ترمنځ څه اړيکه او تناسب دى؟ او کودګر څوک دى؟ او په کومه خبره يې اعتماد نه دى پکار؟

که مراد ترې ټاکلى ساحر او د وينا ټاکلې برخه وي؛نو په کار ول، چې قرينه ورته راوړي،چې دا ټاکلی سړی او ځانګړې او وينا یې معلومه شي؛خو په دې جمله کې داسې قرينه نشته؛ خو که مراد يې ترې د هر کوډګر خبره وي (؛لکه څنګه چې د قول او ساحر ټکي “نکره” او د منع په سیاق دي او عموميت راښيي)؛نو په دې ترڅ کې به د جملې مانا داسې وي : د هر کوډګر پر هېڅ خبره اعتماد مه کوه؛خو دا مانا هم سمه نه ده؛ځکه موږ ددې لپاره هېڅ کوم عقلي دليل نه لرو،چې د ساحر په يوه خبره،که په خپل کار کې یې هم وي، اعتماد و نه کړو او که مراد ترې دا وي،چې پر جادويي خبره یې اعتماد نه دى پکار؛نو بيا يې هم دا خبره ناسمه ده؛ځکه کوډګر له دې امله،چې کوډګر دى،خبرې او وينا نه لري او خپلې کوډې په خبرو نه کوي؛بلکې په خلکو کې يې کوډې د ځانګړو کړنو کار دى؛نه د خبرو.

٦ – کوثر سورت د هغه په اړه راغلى،چې پر پېغمبر اکرم يې ملنډې وهلې او ويل يې: د خداى استازى (ص) ابتر دى او زوى نه لري،ډېر ژر به مړ شي او دين او نوم به يې هم پاتې نه شي؛لکه چې قرآن وايي :

(( أَمْ يَقُولُونَ شَاعِرٌ نَتَرَبَّصُ بِهِ رَيْبَ الْمَنُونِ( طور/٣٠ )=بلكې وايي : (( دا شاعر دى،چې موږ شكمن مرګ (پېښې ) ته يې سترګې پر لار يو!))

چې ددې خبرې پر وړاندې خداى خپل استازي ته د “کوثر” سورت په رالېږلو ډاډه کړ او ويې ويل : (( انااعطيناک الکوثر))؛يعنې موږ تا ته ډېر زيات خير درکړ.

هو! له ټولو اړخونو پېغمبر ته ډېر خير ور ډالۍ شوی؛ په دنيا کې د رسالت،نبوت او د خلکو او مسلمانانو د مشرۍ مقام ته رسېدلى، له ډېرو يارانو او لارويو برخمن او پر دښمنانو برلاس شو او ځوځات يې له حضرت فاطمې بي بي وغځول شو،چې د نړۍ تر پايه به يې نوم ژوندى وي او په آخرت کې هم له ستر شفاعت ،”ستايل شوي مقام” ، عالي جنت او حوض کوثره برخمن وي .

((فصل لربک وانحر)) ؛نو له خدايه ددې ټولو نعمتونو د شکر له امله لمونځ وکړه،چې له (( وانحر )) څخه مراد په ((منى)) کې او يا په غټ اختر کې د اوښ قرباني ده او يا د تکبير پر مهال تر ورمېږ پورې د لاسونو پورته کول دي او يا له ټولو غړيو سره مخ په قبله د قيام په حال کې درېدل دي،چې دا ټولې ماناوې د((نحر)) د ټکي لپاره ويل شوي،چې په دې مقام کې مناسب دي؛ځکه دا هره مانا که په پام کې ونيول شي؛نو يو ډول شکر دى؛نو د خداى د نعمتونو پر وړاندې تر شکر وروسته، خداى وويل: ((ان شانئک هوالابتر؛ يعنې ستا دښمن او پر تا ملنډې وهونکى به “ابتر” او “بې ځوځاته” وي؛نه ته!! او ددې ملنډې وهونکيو برخليک هماغسې شو؛لکه چې قرآن ويلی وو او نوم يې هم پاتې نه شو او په آخرت کې به هم د خداى په قهرککړشي.

  1. دا و ددې سورت لنډيز،مانا او موخه؛نو آيا د فصاحت ،بلاغت او له مانا ډک سورت،له دې بې ځايه او بې بنسټو خبرو سره د پرتلې وړ دى؟ او پر هغو جملو، چې زيار يې پرې نه دى ايستلى،چې له قرآن سره پرې سيالۍ ته راووځي او هم يې د قرآن پېښې کړي؛نو دې ځېل يې نه د قرآن عظمت راټيټ کړ او نه يې راټيټولاى شي .
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست