په قرآن مجيد کې د اولوالعزم پېغمبر حضرت ابراهيم ځينو مناظرو ته اشاره شوې ده او راښيى چى د حضرت ابراهيم لاروى له عقيدتى، اجتماعى او سياسي مسائلو نه لا تعلقه او بى تفاوته نشى پاتې کېدې او په فرهنګى او نورو سنګرونو کې په خپلو منطقي خبرو او دلايلو له حقه دفاع كوى. […]
په قرآن مجيد کې د اولوالعزم پېغمبر حضرت ابراهيم ځينو مناظرو ته اشاره شوې ده او راښيى چى د حضرت ابراهيم لاروى له عقيدتى، اجتماعى او سياسي مسائلو نه لا تعلقه او بى تفاوته نشى پاتې کېدې او په فرهنګى او نورو سنګرونو کې په خپلو منطقي خبرو او دلايلو له حقه دفاع كوى.
د حضرت ابراهيم لخوا د بوتانو د ماتونې په قصه کې راغلى دى، چې هغه د بتخانې ټول بوتان مات كړل خو لوى بت يى همداسې جوړ پريښود او چې كله د نمرود د محاكمى او قضا غونډى ته راوړاندې كړاى شو؛ نو ورته يې وويل: چې ولې دى بوتان مات كړل؟ په ځواب کې يې ورته وويل:
بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِنْ كَانُوا يَنْطِقُونَ[1].
“بلكه لوى (بت) دا كار كړى دى. كه (بوتان) خبرې كولې شى؛ نو پوښتنه ترې وكړﺉ”
بت پرستانو ورته وويل “اى ابراهيمه: ته په خپله ښه پوهېږې چى بوتان خبرې نه كوى” حضرت ابراهيم له همدې موقعې نه ګټه واخسته او ورته يې وويل:
“نو بيا ولې د دغو عاجزو بوتانو (چى هيڅ ګټه او تاوان نه لرى او د يو كار وس په كې نه شته) عبادت كوﺉ؟ ولې او اخير ولې؟ افسوس دې وى پر تاسو او ستاسو په پستو او ادنى معبودانو ايا غور او فكر نه كوﺉ؟[2]”
د قرآن مجيد په يو بل ځايي کې لولو:
نمرود، حضرت ابراهيم ته وويل:”ستا خداى څوك دى؟ “حضرت ابراهيم وويل:
” زما خداى هغه څوك دى، چى مرګ او ژوند يې په اختيار کې دى زه داسې پالونکی ته سجده كوم”
دلته نمرود د ساده وګړيو د تېر ايستنى لپاره له چل نه كار واخست او ويې ويل:
“اى بي خبره! دا خو زما په لاس کې دى هم زه خلك ژوندى كوم او هم يې وژنم؛ مګر ګورې نه چې په مرګ محكوم يو مجرم ازادوم او يو بندى چى په مرګ محكوم نه دى هغه وژنم؟”
نمرود حكم وركړ، چې د په انسۍ يو قيدى (په اعدام محكوم) ازاد كړى او يو بل قيدى چى د پهانسۍ حكم ورته ندى شوى پهانسى كړﺉ.
حضرت ابراهيم د نمرود د مغالطې په مقابل کې خپل استدلال داسې وړاندې كړى:
“يوازې مرګ او ژوند د خداى په اختيار کې نه دى؛ بلكه د هستى ټول عالم د خداى په اختيار کې دى په همدې بنياد زما خداى سهار نمر له مشرقه راخيژوى او ماښام يې په مغرب کې ډوبوى. كه ته رښتيا وايې چې دخلكو خداى يې؛ نو لمر له مغربه راوباسه او په مشرق کې يى ډوب كړه.”
قرآن مجيد فرمايي:
فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ.[3]
” نمرود (د حضرت ابراهيم د سرګرځونکې استدلال او پوښتنې په وړاندې داسې مغلوب او حيران شو) چى د خبرې توان يې له لاسه وركړ، خداى پاك ظالمانو ته هدايت نه كوى”
دا وې له مخالفانو سره د حضرت ابراهيم د مناظرو او استدلالونو بېلګې او نمونى. او راښيئ، چې د مناظرو سمى طريقې زده كړو او د كلتورى او او ثقافتى سازشونو او توطئو په مقابل کې د ټينګو استدلالونو او مناظرو په وسلې سره وسلوال شو او په خپله موقعه له حقه دفاع وكړو، لكه په قرآن مجيد کې لولو:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ[4].
” اى مؤمنينو! ( د دښمن په وړاندې) خپله تيارى او امادګى ولرﺉ”
دا آيت ښيى چې مسلمانانو ته په كار دى د ژوند په ټولو ډګرونو کې د دښمنانو او دسيسه كوونكيو پر وړاندې هر وخت تيار او اماده اوسى. له دغو ډګړونو نه يو فکري او كلتورى ډګر دى، چې اغېز ه يې له نورو زياته او ژوره ده. څرګنده ده چې د فکري چمتو کېدنى يو اړخ د علمي شننې د طريقو پېژندل دى، چې په كار دى په مناسبو موقعو کې ترې ګټه واخستل شى او له حقه دفاع وشى .
حضرت امام جعفر صادق له مخالفانو سره د مناظرې او مباحثې د اړتیا په باب په يوه وينا کې وايي:
خاصموهم و بينوا لهم ا لهدى الذى انتم عليه و بينوا لهم ضلالتهم و باهلوهم فى علي عليه السلام.
” له مخالفانو سره مباحثه وكړى او د هدايت او لارښوونى لاره، چې تاسو پرې روان ياستى روښانه كړى او هغوى ته د بې لارى يې په ګوته كړى او د حضرت علي په باره کې ورسره مباهله (د ښېراوو غوښتنه او د باطلې خوا لپاره د خداى پاك له درګاه نه د مصيبت غوښتنه) وكړى[5].
په همدې بنياد د اسلام ګران پېغمبر حضرت محمد (ص)مصطفى، د هغه د اهلبيتو امامانو او د هغوى لارويانو عالمانو به تل په مناسبو موقعو کې استدلالى او قانع كوونکې بحثونه، مقابلې او مناظرې كولې او په دى طريقه يې ډېرو خلكو ته سمه لاره وښوده او له بې لارې يې وژغورل[6]
امام محمد باقر (رح) وايي:
علماء شيعتنا مرابطون فى الثغر الذى يلى ابليس و عفاريته يمنعونهم عن الخروج علي ضعفاء شيعتنا، و عن ان يتسلط عليهم ابليس و شيعته النواصب الا فمن انتصب كان افضل ممن جاهد الروم و الترك والخزر الف الف مره، لانه يرفع عن اديان محبينا و ذلك يدفع عن ابدانهم.
” زموږ لارويان عالمان او پوهان د هغو پاسوالانو او پولو ساتوونكيو په شان دى، چې د ابليس او د هغه د لښكريانو په مقابل کې يې صف جوړ كړى وى. او زموږ پر هغو لارويانو باندې چې د خپلې دفاع طاقت نه لرى د هغوى د بريدونو او حملو مخنيوې كوى او همدا رنګه د ابليس او د هغه د ناصبى لارويانو لخوا پر هغوى باندې د تسلط مخه نيسى، پوه شى چې د دغو عالمانو ارزښت، قدر او قيمت له هغو سپايانو زر ځلى غوره دى، چې د روم، ترك او خزر د كفارو بريدونو په مقابل کې جنګيږى؛ ځكه چې هغوى د اسلامي عقائدو او كلتور ساتندويان او زموږ د مينه والو د دين څارنديان دى په داسې حال کې چې مجاهدين د جغرافيايي پولو ساتندويان دى[7].
[1] انبيا-۶۳ آيت:
[2] (سوره انبياء ايت 65)
[3] سوره بقره ۲۵۸ آيت:
[4] (سوره نساء ايت 71) :
[5] (وګورىْ:بخارى 10 ټوك 452 مخ)
[6] په دى باب وګورىْ: طبرسي احتجاج دوه ټوګه، بحار (9) او (10) ټوكونه.
[7] (وګورىْ: طبرى احتجاج 1 ټوك، 155 مخ)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com