تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام حسين په وير اوښكې پر يزيد باندې وريږي تر قيامته نفـــــرتونه د حسين په غم كې ژاړي جهانونه عالمونه امام حسين “رض” د عاشور پر ورځ ګرځپلی – مظلومانه شهيد شوى،چې په دې عمل اسلام او مسلمين بې حرمته شول او د پېغمبر صلي الله عليه و اله او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام حسين په وير اوښكې

پر يزيد باندې وريږي تر قيامته نفـــــرتونه

د حسين په غم كې ژاړي جهانونه عالمونه

امام حسين “رض” د عاشور پر ورځ ګرځپلی – مظلومانه شهيد شوى،چې په دې عمل اسلام او مسلمين بې حرمته شول او د پېغمبر صلي الله عليه و اله او دين درناوى له منځه ولاړ او امام حسين خداى او پېغمبر ته ډېر ګران و.

ابن مغازلي شافعي فقيه په المناقب (370 _ 379 مخونه) كې د امام حسن او امام حسين د فضايلو په باب ډېر روايتونه راخستي دي، په “الجمع بين الصاح السته ” كتاب كې له “ابو سعيد خدري نه روايت شوى چې: “حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي.”

 دا حديث ترمذي، ابن ماجه، حاكم،  ابو نعيم، خطيب ، ابن حجر  ، متقي ، ابن عساكر، طبراني،  نسايى او محب طبري هم راخستى دى او زياتوي،چې پېغمبراکرم به حسنين پر اوږو او سينه كېنول او په لمانځه كې يې پر شا سپرېدل او سجده به يې دومره اوږدوله، چې خپله له شا كېوځي؛ لكه چې حاكم په مستدرك الصحيحين[1]كې په خپل سند روايتوي چې: په رسول اكرم پسې مو د ماخوستن لمونځ كاوه او چي آنحضرت به سجدې ته ولاړ، حسن او حسين به پرې سپاره شول او چي پورته كېده؛ نو دواړه يې په ورو پر ځمكه كېنول بيا به يې ځان سماوه، چې جګ شي او همدغسې په ټولو سجدو كې، ما د لمانځه په پاې كې آنحضرت ته وويل يا رسول الله ! اجازه راكوئ دا ماشومان خپلې مور ته يوسم؟ ويې ويل نه؟ ناڅاپه يوه رڼا پيدا شوه او رسول اكرم  وويل: خپلې مورته ولاړ شئ او  رڼا يې تر هغه د پښو په مخ كې روانه وه، چې كورته ورسېدل.

 دا روايت د سند له پلوه سم دى، احمد بن حنبل (مسند  9/18) متقي هندي (كنز العمال 7/10 مخ) او هيثمي (مجمع الزوايد) راخستى دى او بيهقي (سنن 2/63 مخ)  په خپل سند له زر بن حبيش نه د دې حديث په څېر يو روايت راوړى؛خو په وروستۍ برخه كې يې زياته كړې،چې آنحضرت د هغو خلكو د غوښتنې په باب چې دا ماشومان له پېغمبر اكرم نه لرې كړي ويلي دي: دا دواړه كوچنيان مې پريږدئ، له دوى نه مې مور و پلار ځار شه، د هر چا چې زه ښه ايسم؛ نو دا دواړه دې يې هم ښه و ايسي. ترمذي (صحيح 2/24 مخونه) ابن ماجه (صحيح) احمد حنبل (مسند 5/369 مخ) ابو داود طيالسي (مستدرك طيالسي 10 /332 او 327 مخونه) بيهقي (2/213 مخ) او متقي هندي (كنزالعمال 7/108 مخ) روايتونه راوړي،چې لنډيز يې دادى: روايانو ليدل، چې آنحضرت (ص) په وړوكتوب كې د حسين لاسونه نيول او پښې يې پر خپله سينه کېښوولې او ويل يې: “حزقه، حزقه ترق عين بقه”؛ يعنې “كوچنيه كوچنيه پورته راشه اي دماشي سترګې.”

 په دې وروستيو كې جوته شوې چې د ماشي سترګې د غلبېل په څېر سوري سوري دي او ځيني عالمان وايي،چې دا مانا کړن – تعبير د امام حسين د شهادت او د بدن د سوري سوري كېدو وړاندوينه وه.

(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٦٧ مخ) په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي: له رسول الله (ص) سره مو د ماسخوتن لمونځ کاوه؛سجدې ته به چې تله؛نو حسن او حسين به يې پر شا سپرېدل او چې راپورته کېده به نو؛هغه دواړه به يې ارام په ځمکه ايښوول او بيا به جګېده او دا چار  په ټولو سجدو کې و. د لمانځه په پاى کې مې ورته وويل : رسول الله اجازه راکوئ،چې  دا ماشومان يې مور ته بوځم ؟ و يې ويل : نه ! ناڅاپه مې وليدل،چې برښنا راښکاره شوه او د خداى رسول وويل: ځئ ! مور ته ولاړ  شئ او برښنا يې مخه روښانه کړې وه،چې کور ته ورسېدل . (دا حديث صحيح سند لري)

(احمد بن حنبل؛مسند :دويم ټوک،٥١٣ مخ)، (متقي؛کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٩ مخ)،(هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٨١ مخ کې) راوړى دى، (بيهقي؛سنن :دويم ټوک،٢٦٣ مخ) په خپل سند له زر بن جيش نه دې ورته يو روايت راوړى دى؛خو په پاى کې يې رسول الله د هغه خلکو په ځواب کې،چې ماشومان يې کور ته رسول غوښتل،ويلي دي : دا دوه ماشومان ما ته پرېږدئ ،مور و پلار مې ترې ځار وي ،څوک چې له ما سره مينه کوي،له دې دوو سره دې هم مينه وکړي .

(ذخائر العقبى :١٣٢ مخ) ، (کنزالعمال : اووم ټوک،١٠٩ مخ) ، (هيثمي؛مجمع : درېم ټوک،١٨٢،١٨١ او ١٧٥ مخونه) ، (نسائي؛ صحيح :لومړى ټوک،١٧١ مخ) ،(مستدرک :درېم ټوک،١٦٥،٦٢٦ مخونه)، (احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،٤٩٣ مخ)، (بيهقي؛سنن : دويم ټوک،٢٦٣ مخ) ،(اسدالغابه :دويم ټوک،٣٨٩ مخ ) او (کنزالعمال: اووم ټوک،١٠٩ او ٢٢٢ مخونو) په دې باب روايتونه رانقل کړي دي،چې د لنډيز لپاره يې له راوړو ډډه کوو .

(صحيح ترمذي :دويم ټوک،٣٠٦ مخ) ،(نسائي؛صحيح ،لومړى ټوک،٢٠٩ او ٢٣٥ مخ) ،(ابو داود؛صحيح :شپږم ټوک،١١٠ مخ) ، (مستدرک :لومړى ‌ټوک،٢٨٧ مخ او څلورم ټوک،١٨٩ مخ) ، (احمد بن حنبل؛مسند :پينځم ټوک،٣٥٤ مخ)، (بيهقي؛سنن :درېم ټوک،٢١٨ مخ او شپږم ټوک،١٦٥ مخ)، (اسدالغابه :دويم ټوک،١٢ مخ) ،( ابن جرير؛تفسير: ٢٨ ټوک،٨١ مخ) ، (کنزالعمال :اووم ټوک، ١٠٨ مخ)، (سيوطي؛درمنثور: د تغابن د سورت تر ” انما اموالکم و اولادکم فتنة” تر آيت لاندې) ، (مستدرک،درېم ټوک،١٦٨ مخ) او (عسقلاني؛فتح الباري : اتم ټوک،١٠٠ مخ) په دې مضمن روايتونه رانقل کړي دي،چې رسول الله په خطبه و او حسن (او بله ورځ حسين) او (په بله ورځ دواړو) د رسول اکرم خپرې پرېکړې،لاندې راکوز شو،ماشومان يې په غېږ کې ونيول، و يې ويل: د دوى د ژړا د غږ د اورېدو وس نلرم .

(اسدالغابه :دويم ټوک،١٩ مخ) له حضرت ابي هريرة او (کنزالعمال :درېم ټوک،١٥٤ مخ) له ابي ذر او  (ذخائر العقبى :١٣٤ مخ) له جعفر بن محمد او (کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٧ مخ) له حضرت علي (ک) نه په دې مضمون روايتونه رانقل کړي دي،چې څو ځل ځل حسن او حسين سره غېږ په غېږ شول،چې سيالي وکړي،رسول الله به د حسين پر ځاى حسن هڅاوه او دا چې فاطمې – يا علي – يې ترې علت وپوښت و يې ويل :ځکه جبرائيل حسين هڅوي؛نو زه حسن هڅوم .

 (صحيح ترمذي:دويم ټوک،٢٤٠ او ٣٠٧ مخونه) ،(صحيح ابن ماجه) ، (احمد بن حبنل؛مسند :پينځم ټوک،٣٦٩ مخ) ، (طيالسي؛مسند :لسم ټوک،٣٣٢ او ٣٢٧ مخونه)، (بيهقي؛سنن :دويم ټوک،٢١٣ مخ)  او (کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٨ مخ) روايتونه راوړي دي،چې لنډيز يې دادى،چې حسين وړوکى ماشوم و،چې رسول الله (ص) به له لاسه نيوه،د هغه پښه به يې پر خپله خېټه ايښووه او تر اوږو به يې جيګاوه، ويل يې : (حزقه حزقه .ترق عين بقه –ماشومه !ماشومه ! راوخېژه اى د ماشي سترګې) او ځنې عالمان وايي،چې د پېغمبر اکرم دا خبره يې د امام حسين د شهادت او بدن د سوري سوري کېدو وړاندوينه ده؛ځکه اوس برسېره شوې ده،چې د ماشي سترګې سورۍ سورۍ ده –په دې ټولو روايتونو کې راغلي دي،چې ويلي يې دي : (خدايه ! هغه مو ښه ايسي ستا دې هم هغه ښه و ايسي،چې دى يې ښه ايسي)

غزل بابا وايي :

واوره د جرس نه د فطرت چې څه صدا راځي
ګوره دا كاروان د سړي توب چې په ژړا ځي
غريو نيولي ستوري ترې په مخکې په ژړا ځي
څنګه ټپرېدلې قافله د سپين سبا ځي
اووايه فطرته چې د ژوند حقيقتونه
څرنګه نن واړه په طرف د كربلا ځي
بعد په ازل او په ابد کې پاتې نه شو
داسې ابتدا وه چې يې حد تر انتها ځي
وركې د “امثالو ” نه جوړ نن خپلې هستۍ دي
بېرته “عقل كل” ته ځكه واړه وارخطا ځي
نن انسانيت حېوانيت سره پرې كيږي
نن تيرې تيارو ته رڼا لورته د رڼا ځي
شوې په اننګو د سړي توب کې ډيوې بلې
ځاى د قربانۍ ته چې زامن د مرتضى ځي
او په دې ټولو رواياتو كې راغلي، چې آنحضرت (ص) ويلي: “خدايه هغه راته ګران دى او چا ته چې حسين ګران وي؛ نو ته هم دا ګران وګڼه”

 دا چې حسين د عرش ښكلا يا د عرش غوږوالۍ ده، په دې باب نهه روايتونه راغلي، ځينو حنابله وو په “نهايت الطلب وغايه السوال “كتاب كې پخپل سند له ابن عباس نه روايت كړى چې وايي: له پېغمبر اكرم سره ناست وم،چې امام حسين يې په ښي زنګانه او خپل زوى ابراهيم يې په كيڼ زنګون كېنولى و، كله يې حسين او كله يې ابراهيم ښكلاوه، دا مهال جبراييل راغى ،ويې ويل: محمده! خداى درته  سلام وايي او وايي چې دا دواړه زامن دې نه پاتې كېږي او يو درنه اخستل كېږي؛ نو سوچ وكړه،چې كوم يو درته پاتې شي؟ پېغمبر اكرم حسين او ابراهيم دواړو ته وليدل، ويې ژړل او ويې ويل، كه حسين ومري؛ نو زما، د علي او  فاطمې درې واړو زړونه پرې خوږيږي؛ خو كه ابراهيم وفات شي؛ نو يوازې زه پرې دردېږم؛ هغه وو، چې د ابراهيم وفات يې ومانه او له حسينه يې ځار كړ او درې ورځې ورورسته ابراهيم ناروغ شو او وفات شو او بيا چې حسين پېغمبر اكرم ته راته؛ نو ښكلاوه يې او په سينې پورې به يې ټينګ نيوه؛ خو له او غاښونه به يې ورته رول او ويل يې “فديت من فديه يا بني ابراهيم” له داسې چا ځار شم، چې خپل زوى (ابراهيم) مې ترې ځار كړ.[2]

 خطيب په خپل سند له سعيد بن جبريل له ابن عباسه روايتوي چې: خداى تعالى محمد ته وحې وكړه، چي د يحيى بن زكريا د وژنې له امله  مې اويا زره تنه هلاك كړل او ستا د لور د زوى په بدله كې به دوه ګرايه هلاك كړم “

 امام بخاري په خپل سند له ابن نعيم نه روايت كړي: له عبدالله بن عمر رضى الله عنهما سره وم، يو چاترې د مچ د وينې پوښتنه وكړه، ده ترې وپوښتل چې ته د كوم ځاى يې؟ ورته يې وويل: عراقى يم. عبدالله بن عمر رضى الله عنهما ناستو خلكو ته مخ كړ، ويې ويل: دې سړي ته وګورئ، چې د مچ د وينې پوښتي، حال داچې د پېغمبر د زوى وينه تويوي او پخپله مې له رسول كريمه اورېدلي دي، چې “حسن او حسين زما د دې نړۍ دوه  ريحانې (د ګلونو غونچې) دي.”

امام بخاري دا حديث په بله طريقه د “بد الخلق” په برخه كې د حسن او  حسين دمناقبو په باب كې راوړى، دغسې ترمذي (صحيح 2/38 _93 224 _ 153 مخونه) هم نقل كړى دى.

 ابو نعيم اصفهاني (حليه الاوليا 3/201 مخ) پر خپل سند له حضرت جابر نه روايتوي، چې رسول اكرم حضرت علي (ك) ته وويل: “زما د دوو غنچو پلار! پرتا دې سلام وي ، ستا دوه ستنې ژر نړيږي او تا پر خداى سپارم” او كله چې رسول اكرم رحلت وكړ، علي (ك) وويل : يوه ستنه مې ولوېده او چې فاطمه ولاړه؛ نو دويمه ستنه مې هم ونړېده امام احمد بن حنبل (مسند 19مخ) روايوي،چې وايي: ان من دمعت عيناه لقتل الحسين دمعه او فطرت قطره لواه الله عزوجل الجنه

 “د حسين پر وير پر يوه اوښكه هم خداى سړى جنت ته وړي”.

 “الجمع بين الصحاح السته ” د حسين او حسن د مناقبو په باب روايتوي چې: پېغمبر مې په خوب كې وليده، چې ژاړي، ورته وويل شو رسول الله ! ولې ژاړې ؟ويې ويل: څه موده وړاندې حسين ووژل شو.[3]

له وكيع بن جراح له عبدالله بن سعيد له پلار يې له حضرت عايشې بي بي بيا له حضرت ام سلمه امهات المؤمنين نه روايت كړى، چې پېغمبر اكرم له دې دواړو يوې ته وويل: دې كوټې ته يوه پرښته راننووته، چې كله هم  نه وه راغلې او راته يې وويل: دا زوى (حسين) دې وژل كېږي؛ نوكه غواړې پر كومه ځمكه وژل كېږي هغه دوښيم؛ نو سره بخنه خاوره يې راويسته.

 دا روايت هيثمي (مجمع الزوايد 6/ 187) هم راخستى او دا غمناك خبر څو څو ځلې جبراييل امين آنحضرت (ص) ته هم ويلى.

 طبراني په المعجم الكبير كې له احمد بن رشد له عمرو بن خالد حراني له ابن لهيمه له ابي الاسود له عروجه بن زبير له عايشه ام المؤمنين نه روايتوي چې: حسين بن علي رضى الله عنه په داسې حال كې آنحضرت ته راغى،چې پرې وحې راغلې وه، هغه د پېغمبر پراوږو كېناست او پېغمبر ورته ملا ټيټه كړه او لوبې يې كولې، جبراييل آنحضرت ته وويل: ايا دا درته ګران دى؟ پېغمبر وويل “ولې به راته ګران نه وي؟ جبراييل وويل: هغه به تر تا وروسته ستا امت ووژني؛ نو جبراييل خپل لاس اوږود كړ او سره بښنه خاوره يې راوړه،ويې ويل: ستا دا زوى پردې ځمكه وژل كېږي او نوم يې ” طف “دى . “طف”؛ يعنې د فرات تړانګه. همدا چې جبراييل له آنحضرته ولاړ؛ نو خاوره يې پر لاس وه او ژړل يې او ويې ويل: عايشې! جبراييل خبر كړم،چې حسين زوى دې د طف پر ځمكه د فرات پر غاړې وژل كېږي او زما امت تر ما وروسته پر فتنه اخته او له ازمېينې سره مخېږي. عايشه ام المؤمنين وايي : پېغمبر په ژړا له كوټې ووت او د يارانو ډلې ته ورغى، چې علي ،ابوبكر  عمر ، حذيفه او ابوذر (رضى الله عنهم) پكې وو . پېغمبر اکرم ورته ويل: دا دې جبراييل خبر كړم چې حسين زوى دې تر تا وروسته د “طف” پر ځمكه وژل كېږي او دا خاوره يې ماته راوړې او زه يې خبر كړم، چې قبر به يې هم هلته وي.[4]

اى هغه چې ته يې له نبي نبى له تانه
اى چې مور او پلار نبي په تا قربانول
اى د حوصلى همت مړانې د نګه غره
ستا سره ډغره خپل تندى وو ماتول
اى هغه، معيار د قربانۍ دې چې اكمل كه
خيرى، د اسلام د ايېنې دې وزد وېل
اى ته د بتول په مقدسو شودو لويه
برخه دې و پاك نبي په دوش وو سپرېدل
ته وې چې پاكان دې پرې اتلس قرباني كړل
چې پرې بنيادونه د اسلام يې نړول
اى چې قافله دې شوه تالا په دې مقام کې
راغله ستا سلام ته ، قافله د پښتنو ده
تا ته وسيله مو د قېدي زېن العباده
مونږ ته نظر بويه زمانه د زولنوده
لرى افتونه چې زمونږ د دين دنيا شي
راكړه محبت چې وظيفه دمېړنو ده
ستاسو په الفت کې چې هم سوځوهم ګډېږو
خو ښه زمونږ دغه مشغله د سپېلنو ده
مونږ ته هم جذبې د قربانۍ نه برخه راكړه
بس دغه ارزو د ښكلي دين د لېونو ده
اى چې دې احسان په سړي توب دى تر قيامته
اى د قربانۍ د دوه ليمو نظر حسينه
مست چې د انسان ضمير په ميو ددنيا شو
تا دا بې خبر كړو په ايثار خبر حسينه
غوټه ستا جبين چې شو ، تيرې وبوږنيدې
رادې وړ د رشد او هدايت سحر حسينه
تېر شوې له عباس او له اكبر او له قاسمه
لاس شول درنه غوڅ او هم نظر ځيګر حسينه
جار دې له مړانې چې دې هر څه قرباني كړل
ټيټ دې د ګمراه په مخکې نه كړو سر حسينه
هره خواته خپره پر ېشاني او ځان ځاني ده
پاتې په مسلم کې جمعيت او نه طاقت دى
مړې د زړه ډيوې شولې تياره ده په محفل کې
تللى دلوګي غوندې الفت او اخوت دى
مرسته يې حاصله د صليب او د ګرجې نه
وينو چې پشتي يې د عيسى همه امت دى
خپل مهدي ته اووايه چې راشي دې دجال ته
اوګڼي روان د فنا لور ته دا ملت دى
عرض مې په اخر کې درته دا په ډېر نياز دى
پورته دې هر لوري ته نښان د”بې نوا “شي
ستا د ديد ارمان يې چې په زړه وړى عقبى ته
داسې الفاظ نشته وضاحت يې چې له ماشي
ګير يو په تيرو د ابتلا کې اى امامه
پورته دې نقاب كړه د جبين نه چې رڼا شي
وايه مصطفى او مرتضى او مجتبى ته
هم پاكې بتول ته دا تيرې چې وار خطا شي
بيا هغه ساقي هغه محفل وي هغه مى وي
بيا هغه ماښام هغه رندان هغه صبا شي
دا چې جبراييل امين پېغمبراكرم د امام حسين له شهادته خبر كړ او د كربلا سره بښنه خاوره يې ورته راوړې وه، په دې باب اتلس روايتونه راغلي.

 امام علي (ك) چې د امام حسين د شهادت په باب وړاندوينه كړې، شپږ روايتونه نقل شوي او دا چې رسول اكرم فرمان صادر كړى، چې له حسينه به ملاتړ كوئ، يو حديث نقل شوى او دا چې رسول الله صلى الله عليه و آله د  حسين خاوره ام سلمه رضى الله عنه ته وركړه، چې هر وخت سره شوه؛ نو پوه شه، چې زما حسين به يې وژلې وي او د شهادت په وخت كې د ام سلمې او عبدا لله بن عباس د خوبونو ليدل پينځه احاديثه نقل شوي دي.

 مسلم په صحيح كې د دخان 29 ايت (فما بكت عليهم السما و الارض) په تفسير كي ويلي “حسين بن علي،چې ووژل شو؛نو اسمان پرې وژړل چې ژړا يې سوروالى و.

 امام سيوطي تر همدې آيت لاندې او طبري هم په خپل تفسير كې دا روايت نقل كړى چې ؛ امام ثعلبي د همدې آيت په تفسير كې ويلي: د حسين له وژنې مخكې د شفق سرخي نه وه او همداراز امام ثعلبي روايت كړى چې؛ مطرنا دما بابا قتل الحسين ، د حسين د وژنې پر ورځ پر موږ له اسمانه د وينو باران وورېده”[5]

 دا چې پيريانو د امام حسين په وينو او ماتم ژړلي، پينځه احاديث راغلي، همداراز د عاشورا پر ورځ چې لاندې نښې پېښې شوي شپږويشت احاديث راغلي دي :

  1 _ د كسوف پېښېدل .

 2 _ د وينې ورېدل

 3 _ د شفق سره كېدل

 4 _ د يزيد د لښكر د خوړو ايره كېدل

 5 _ په بيت المقدس، شام ، خراسان او د كوفې په دارالاماره كې د وينې خوټېدل .

 6 _ د عبيدالله بن زياد پر مخ د اور د لمبې راتلل

 7 _ كوفې ته د شام پر لار په لومړني رباط كې، له دېوال ځنې د لاس راوتل او پرې د شعر ليكل.

 8 _ خلكو به د حسين په ماتم كې شعرونه اورېدل،بې له دې چې ويونكي يې وګوري.

 9 _ د امام حسين پر غلا شوي اوښ د اور لګېدل.

 10 _ په ديګ كې د پيسو كودڼې كېدل.

 11 _ د امام حسين د غوڅ شوي سر خبرې كول.

 يادونه: د عاشورا د ورځې درناوى دادى چې د امام حسين پر وير خپګان ښكاره شې او د دې ورځو تعظيم په هغو کړنو كې دى، چې له همدې ورځې سره اړخ لګوي. د پېغمبر (صلى الله عليه واله) له كورنۍ سره مينه، د خداى او پېغمبر  سپارښتنه ده .

نو پر مسلمانانو اړینه ده، چې په دې ورځ داسې کړنې تر سره كړي، چې د وير او ماتم ښكارندوى وي. ځينې په دې ورځ روژه نيسي؛ خو لاندې روايتونو ته ځير شئ:

 حميدى په الجمع بين الصحيحين كې د عبدالله ابن عباس ” رض ” له مسند نه روايتوي: د پېغمبر اكرم په مخ كې د عاشورا د روژې په باب يادونه وشوه، پېغمبر ويل: په دې ورځ په جاهليت كې خلكو روژه نيوه؛ نو تر دې وروسته د هر چا خوښه چې روژه نيسي که نه .[6]

 بيا حميدى د عبدالله بن مسعود په مسند كې په نولسم حديث كې له اشعث بن قيسه روايت كړى: علي بن مسعود ته ولاړم ، ګورم چې د عاشورا پر ورځ روژه نه دى، ورته مې وويل: ابو عبدالرحمنه! نن د عاشورا ورځ ده ولې روژه نه يې؟ ويې ويل:د رمضان مياشتې تر نازليدو مخكې د عاشورا پر ورځ روژه نيول كېده؛ نو دا چې د رمضان مياشتې روژه نيول فرض شوه؛ نو د عاشورا روژه پرېښوول شوه.[7]

 او په همدې كتاب كې دا روايت له عبدالله بن عمر ” رض ” نه هم راوړل شوى دى.

 په نبوي كورنۍ كې امام حسين له ځانګړنو برخمن و او د پښتنو په اصطلاح د انځر ګل و. د حسين زوكړه او وژنه دواړه پر ژړا وې.

 په زوكړه كې يې پېغمبر وژړل او پر شهادت يې ځمكې او اسمان. له اسمانه وينې ووريدې، د كايناتو د لر او بر افق سور رنګى شو.

امام زين العابدين (امام سجاد علي ابن الحسين) ويلي:

“څوك چې زموږ پر مصيبتونو يو څاڅكى اوښكه تويه كړي، خداى به ورته جنتي كوټه وركړي”.

 امام صادق وايي: (الف) ” د چا په مخ كې، چې د امام حسين نوم واخستل شي او د مچ وزر هومره اوښكې تويې كړي، خداى به يې جنتي كړي.

غزل بابا وايي :

هغه حسن چې په ذات د كبريا کې ځلېده
هغه نمر چې په افق د منشاخداىء کې ځلېده
هغه نور چې د هستۍ په ابتدا کې ځلېده
دعدم وجود په لا او په الا کې ځلېده
جوړه ديد لره خالق ئې ايېنه كړه د هستۍ
بيا په خپل حسن سينه يې ګنجينه كړه د هستۍ
دغه حسن و نبي چې ئې كامل انسانيت كړ
په دربار د سړي توب کې ئې سرخم ملكيت كړ
په اخلاقو د خالق ئې چې د خلقو تربيت كړ
د الحادو كفر شرك ئې له دنيا لرى لعنت كړ
په هموو لويو  لويو مرتبوئې دې نمانځلى
بس خو يو له خدايه پسته دې په ټولو کې ښاغلى
ميېن توب و او كه مينه وه كه رازو كه نيازو
(ب): “بنده ته هر ډول بې صبري او ژړا ناسمه ده؛ خو د حسين بن علي په باب ا لهي اجر او بدله لري”  [8]

 ( آل عمران/144): ((وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ = او محمد(ص) يوازې د خداى استازى دى او تر هغه مخكې هم (نور) استازي وو؛ نو كه (هغه) ومري يا ووژل شي؛ تاسې پر شا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ،جاهليت او كفر ته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې (له خپلې عقيدې) واوړي (؛نو پوه دې شي،چې) خداى ته هيڅ زيان نشي رسولاى او خداى به ډېر ژر شكر ايستونكيو (او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي .))

[1] . (3ټ ،167 مخ)

[2] . خطيب، بغداد تاريخ 2/204.

[3] . ترمذي صحيح 2/306 ، حاكم مستدرك 4/19، ذخاير العقبي 48/، امام احمد حنبل مسند 5/294.

 [4] . ماوردي، اعلام النبوه 83 مخ، خوارزمي مقتل 1/159، هيشمي مجمع الزوايد 9/187 _ 188، صواعق المحرقه 115 مخ، سيوطي، خصايص 2/125 _126 مخونه، متقي هندي (كنز العمال 6/223).

 [5] . ابن حجر صواعق المحرقه 116، مقتل خوارزمي 2/89.

 [6] . مسلم ، صحيح 2ټ ، 219 مخ )

[7] . (مسلم ، صحيح  2ټوك ، 764 مخ.)

 [8] . (1)  ، (2) ، (3) سبط ابن جوزي تذكره الخواص: 27   _ 274 (4) ، (5)   او (6) كامل الزيارات /107

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست