بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ علامه محمد اقبال لاهوري له عربي نړۍ بهر هم داسې کسان راپيدا شول چې د سمونې د اتل نوم پرې ايښوولى شو، چې پدې لړ علامه محمد اقبال لاهوري ته په اسلامي نړۍ کې مصلح ويلاى شو،چې د سمونې فکر يې د خپل هېواد له پولو هم واوخوت. اقبال څه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
علامه محمد اقبال لاهوري
له عربي نړۍ بهر هم داسې کسان راپيدا شول چې د سمونې د اتل نوم پرې ايښوولى شو، چې پدې لړ علامه محمد اقبال لاهوري ته په اسلامي نړۍ کې مصلح ويلاى شو،چې د سمونې فکر يې د خپل هېواد له پولو هم واوخوت. اقبال څه مزاياوې او څه نيمګړتياوې لري:
د علامه اقبال له ځانګړنو دا وه چې د لوېديځ له فرهنګ سره آشنا و او د لوېديځ له فلسفي او ټولينزو افکارو سره يې ژوره آشنايي يې درلوده،تردې چې په لوېديځ کې هم متفکر او فيلسوف پېژندل کېده.
اقبال لوېديځ يې ښه پېژانده او له هر اړخيز انساني مفکورې بې برخې ګاڼه او ګروهمن و، چې يواځې مسلمانان لداسې ښوونځي برخمن دي.علامه اقبال ولس د لوېديځو علومو او فنونو زده کړې ته راباله؛خو پر لوېديځ او ښوونځيو يې له ځان بايللو ژغورل.
علامه اقبال وايي:
((د اروپا بېلګه توب،په ژوند کې يې د يو ژوندي عامل په بڼه نده راښکاره شوې، چې پايله يې د سرګردان ((انسان)) پيدايښت دى، چې د ناسازګاره ديموکراسيو تر منځ د خپل ځان په لټه کې دى، چې يواځېنى کار يې د شتمنو په ګټه له بېوزليو کار اخېستل دي. په خبره مې باور وکړئ،چې نننۍ اروپا د بشريت د اخلاقو پر مخ تر ټولو ستر خنډ دى،بلخوا مسلمانان د وحې پر بنسټ د فکر،مطلوب اوکمال خاوندان دي او دا چې د ژوند له ډېرو ژورو بيانېږي؛نو ظاهريتوب ته يې د باطن رنګ ورکوي.))
وګورئ: احياى فکر ديني:٢٠٤ مخ.
د علامه اقبال بله ځانګړنه دا وه،چې د عبده په څېر پخپل ذهن کې يې بوختياوې نۀ درلودې،چې مسلمانان بې لدې چې د اسلام کوم حکم يا اصل تر پښو لاندې کړي؛د خپل وخت سياسي،اقتصادي او ټولنيزو ستونزو ته لار پيدا کړي؛نو ځکه د اجتهاد،اجماع او ورته مسئلو په هکله يې زياد فکر کاوه. علامه اقبال،اجتهاد د اسلام د حرکت ماشين ګاڼه.
د علامه اقبال بله ځانګړنه داده،چې په لوېديځ کې د نورو روزل شويو پر خلاف،معنويت پالى و او له پياوړي عرفاني روح برخمن و؛نوځکه عبادت ،ذکر،فکر،مراقبې،له نفس سره حساب،سلوک او معنويت ته يې خورا ارزښت ورکاوه،چې همدا مسايل يې د ديني فکر په بيا راژوندي کېدو کې هم مطرح کول. بې له اسلامي معنويته، د ديني فکر بيا راژوندي کول يې بې ګټې ګڼل.
بله ځانګړنه يې دا وه چې يواځې فکري شخصيت نۀ و؛بلکې د مبارزې او عمل سړى هم و،له استعمار سره د مبارزې په ډګر کې په لومړۍ ليکه کې ولاړ و. علامه اقبال د پاکستان د اسلامي هېواد بنسټګر هم دى.
د علامه اقبال بله ځانګړنه دا ده،چې غښتلى شاعر و او دا ځواک يې د اسلامي موخو په چوپړ کې و. علامه اقبال له هغو شاعرانو دى، چې “کواکبي” د “کميت اسدي”،”حسان ثابت انصاري” او “دعبل بن علي خزاعي” په څېر وستايه. د علامه اقبال انقلابي شعرونه له “اردو” پر فارسي او عربي هم ژباړل شوي چې لا تر اوسه يې هم خپل حماسه ييز اړخ خوندي ساتلى دى.
سره لدې چې علامه اقبال سني و؛خو په فارسي يې د پېغمبر اکرم صلى الله عليه و آله وسلم د کورنۍ په ستاينه کې داسې انقلابي او له ښوونو ډکه شاعري کړې،چې په فارسي ژبو شيعه و کې يې جوړه نۀ پيدا کېږي. په هر حال شعر د علامه اقبال موخه نۀ وه؛بلکې د مسلمان امت د راويښولو او پوهاوي وسيله يې وه.
علامه اقبال د ((خودي فلسفه)) په نامه فلسفه لري. هغه ګروهمن و چې اسلامي ختيځ خپل واقعي هويت، چې اسلامي هويت دى،له لاسه ورکړى او بايد بېرته يې لاس ته راوړي. علامه اقبال ګروهمن و؛لکه څنګه چې وګړى کېداى شي،د شخصيت په تزلزل اخته شي او يا خپل شخصيت ورک کړي او له ځانه لرې او پردى شي او پردى خپل ځان وګڼي او د مولانا بلخي د وينا له مخې( چې اقبال يې مريد او پرې مين و) د نورو پر ځمکه کور جوړ کړي او د خپل کار پر ځاى د پردي کار کوي؛نو ټولنه هم داسې ده. ټولنه هم د وګړي په څېر روح او شخصيت لري،د وګړي په څېر احياناً د شخصيت په تزلزل اخته کېږي او هويت له لاسه ورکوي،پر ځان ايمان له لاسه ورکوي او له بېخه راپرځېږي.
علامه اقبال ګروهمن و،چې اسلامي ټولنه له لوېديځ تمدن سره په مخامخېدو کې د شخصيت د تزلزل په ناروغۍ اخته شوې او خپل هويت يې له لاسه ورکړى،چې ددې ټولنې اصلي شخصيت او ټولنيز روح اسلام او اسلامي فرهنګ دى.
تر تولو وړومبى کار،چې مصلحان يې بايد وکړي،ددې ټولنې ايمان او عقيده خپل فرهنګ او اسلامي معنويت ته راستنه کړي،چې همدا ((خودي فلسفه)) ده.
علامه اقبال به پخپلو ويناوو،مقالو،کنفرانسونو او شعرونو کې هڅه کوله،چې ټولنې ته ددې امت هڅې، مجاهدتونه،عظمتونه،کلتورونه او لياقتونه ور پر يادې کړي او يو ځل بيا پر ځان يې مؤمنه کړي او همدې موخې ته علامه اقبال، له تاريخه اسلامي اتلان راوباسي او د مسلمانانو مخې ته ږدي يې؛نو ځکه علامه اقبال پر اسلامي ټولنه ستر حق لري.
علامه اقبال د علامه سيد جمال الدين په څېر؛خو نۀ د هغه تر پولې،د خپلو اصلاحي فعاليتونو لمنه نورو هېوادونو ته خپره کړه او څه نا څه يې پر اسلامي نړۍ هم اغېز کړى دى.
د علامه اقبال په کار کې دوه سترې نيمګړتياوې دي:
(١) له اسلامي فرهنګ سره يې ژوره آشنايي نۀ درلوده،سره لدې چې په غربي مفهوم واقعي فيلسوف دى؛خو په اسلامي فلسفه سم نۀ پوهېده.
په مهمو شرعي مسايلو؛لکه د واجب د ثبوتولو فلسفې براهين او د قبل الايجاد د علم په باب څرګندونې يې او همداسې د ختم نبوت په هکله فلسفه يې (ددې پر ځاى چې ختم نبوت اثبات کړي،ختم ديانت ته رسېدلى چې دا د علامه اقبال د ادعا پر خلاف خبره هم ده)پر اسلامي فلسفې د نۀ پوهېدو دليلونه دي او پردې سربېره،څېړنې يې په نورو اسلامي علومو کې هم سرسري دي.
علامه اقبال سره لدې،چې سخت په عرفان مين دى او روح يې هندي او اشراقي دى او پردې سربېره د مولانا بلخي هم سخت مريد دى؛خو په لوړه کچه په اسلامي عرفان نۀ پوهېږي او د عرفان له سپېڅليو افکارو سره آشنا ندى.
د علامه اقبال د کار بله نيمګړتيا داده، چې د علامه سيد جمال الدين په څېر اسلامي هېوادونو ته يې سفر نۀ وکړى او له نږدې د اسلامي هېوادونو له خوځښتونو سره آشنا نۀ و؛نو ځکه د اسلامي نړۍ د ځينو شخصيتونو او استعماري حرکتونو په ارزونو کې يې سترې تېروتنې وکړې.
علامه اقبال په (( احياى تفکر ديني در اسلام)) کتاب کې په حجاز کې د وهابيت،په ايران کې بهائيت او په ترکيه کې د آتاتورک پاڅون اسلامي اصلاحي خوځښتونه ګڼلي او په ځينو شعرونو کې يې هم د اسلامي هېوادونو ديکتاتوران ستايلي دي، چې د مصلح مسلمان اقبال دا ګناه نۀ بښل کېدونکې ده.
په ترکيه کې هم څه نا څه د سمونې مدعيان راپيدا شول. علامه اقبال هم په (( احياى فکر ديني)) کتاب کې د ضياء شاعر نظريات راخېستي؛خو نظريات يې دومره افراطي دي،چې علامه اقبال هم له هومره ازاد فکرۍ سره ټول ندي منلي.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- د علامه اقبال اصلاحي فعالیتونه
- د علامه اقبال بله ځانګړنه داده چې په لوېديځ کې د نورو روزل شويو پر خلاف معنويت پالى و او له پياوړي عرفاني روح برخمن و
- ښتلى شاعر و او دا ځواک يې د اسلامي موخو په چوپړ کې و
- علامه اقبال به پخپلو ويناوو مقالو کنفرانسونو او شعرونو کې هڅه کوله چې ټولنې ته ددې امت هڅې مجاهدتونه عظمتونه کلتورونه او لياقتونه ور پر يادې کړي
- علامه محمد اقبال لاهوري