بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه اخلاص سورت یو شمېر کتابیانو او مشرکانو له پېغمبراکرم (ص) نه وغوښتل، چې څښتن دې راوپېژنه؛ دا سورت چې د الله پېژندپاڼه ده، نازل شو او الله یې له موروپلار، اولاد، مېرمنې، سیال ، ورته او شریکه پاک او سپېڅلی ګڼلی دی. دا […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
اخلاص سورت
یو شمېر کتابیانو او مشرکانو له پېغمبراکرم (ص) نه وغوښتل، چې څښتن دې راوپېژنه؛ دا سورت چې د الله پېژندپاڼه ده، نازل شو او الله یې له موروپلار، اولاد، مېرمنې، سیال ، ورته او شریکه پاک او سپېڅلی ګڼلی دی.
دا سورت نږه توحيدي ګروهې رانغاړي؛ نو ځکه یې نامه ((توحید)) او ((اخلاص)) دی.
ددې سورت فضیلت ته ډېر روایتونه[1] راغلي، چې ځینو ته یې اشاره کېږي:
په شواروز کې لږ تر لږه یو ځل په لمانځه کې دا سورت وویاست او بیا وویاست: «کذلک الله ربی : پالونکی مې داسې دی.»
د روایتونو له مخې، دا سورت د ارزښت له مخې، د قرآن د درېیمي برخي هومره دی. یو ځل تلاوت یې لکه چي درېیمه برخه قرآن دې تلاوت کړی وي او درې ځل تلاوت یې لکه چې ټول قرآن دې تلاوت کړی وي.
رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وویل: د توحید سورت، د علي بن ابيطالب په څېر دی،څوک چې ورسره زړګنۍ مینه ولري، د ایمان درېیمه برخه لري او څوک چې په ژبه او زړه ورسره مینه وکړي، له درېیو دوه برخې ایمان لري او د چا چې ورسره په زړه، ژبه او عمل کې مینه وي، ایمان یې بشپړ دی.
تر لمانځه روسته یې پر تلاوت ټینګار شوی او په روایتونو کې لولو: څوک یې چې تر لمانځه روسته تلاوت پرېنږدي؛ نو الله به د دنیا او آخرت ښېګڼې ورکړي او هغه، والدین او اولاد به یې الله وبښي.
امام سجاد وویل: دا چې الله خبر و، چې په اخره زمانه کې به یوه ځیرکه او ژوره ډله راځي؛ نو د توحید سورت او د حدید شپږ لومړي آیتونه یې نازل کړل.
شپږ خواوو ته ددې سورت تلاوت، انسان له خطرنو ساتي او له پېښو یې خوندي کوي[2].
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه
قُلْ هُوَ اللّهُ أَحَدٌ«1»= ووايه : (( هغه (ایکي یو) “الله” دى،
ټکي:
* د «اللّهُ» کلیمه له «وله» اخستل شوې او د تحیّر (هېښتیا) په مانا ده؛ یعنې پنځول شوي یې د حقیقت په درک کې بېوسي او د ذات په پېژندو کې یې واله او متحیّر (هک پک) دي؛ لکه څنګه چې امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه وايي: د الله مانا داده، چې دی هغه معبود دی، چې مخلوقات پکې حیران دي؛ ځکه هغه د سترګو له لیده پټ (مستور) او د اندونو او عقلونو له لاسرسه محجوب (په پرده کې) دی[3].
* د «واحد» او «أَحَدٌ» کلیمې سره توپیر لري. «واحد» هلته کارېږي، چې ثاني او ثالث ورته فرض شي؛ خو پرخلاف یې «احد» ایکي یو ته کارېږي؛ که دې وویل: یو کس یې سیال نه دی؛ یعنې څو تنه یې سیالېږي؛ خو که و دې ویل: هېڅوک یې سیال نه دی؛ یعنې یو سیال هم نه لري.
* توحید، د ایمان او کفر ترمنځ برید دی او د ایمان کلا ته ورننوتل، پر توحید له منښتې (اعتراف) پرته ناشونی چار دی. د پېغمبر اکرم لومړۍ خبره ((کلمه توحید)) وه:«قولوا لا اله الا الله تفلحوا». توحیدي شعار «لا اله الا الله» له درېیو توریو (الف،لام، ها) جوړ شوی او هغه ذکر دی، چې ویلو ته یې ان شونډې هم نه خوځي؛ خو عمل یې د معصوم او د ده د ځایناستو د مشرۍ تر اطاعته دوام لري؛ ځکه د امام رضا (رح) د وینا له مخې، د توحید شرط پر معصوم امام ایمان او ترې لاروي ده.
په هغه سفر کې چې امام رضا(رح) د مامون په زور له مدینې نه مرو ته په هجرت اړ شو، په لار کې چې نیشاپور ته ورسېد، خلک ترې راتاو شول او ډالۍ او ښیون (هدایت) یې ترې وغوښت.
امام رضا (رح) وویل: پلار مې له پلاره یې او هغه له خپل نیکه او هغوی هم له پېغمبراکرم (ص) څخه رانقل کړي، چې الله ویلي دي: «کلمه لا اله الا الله حصنی فمن دخل حصنی أمن من عذابی: ((توحید مې کلا ده او څوک چې دې کلا ته راننووت، له عذابه مې خوندي دی.)) بیا امام رضا (رح) وویل: ((البتّه توحید یو لړ شرطونه لري او زه (چې حاضر امام یم) یې شرط یم؛ یعنې توحید بې ولایته نه منل کېږي. د معصوم امام د غیبت پر مهال هم، د هغه د خپلې وینا له مخې، باید په هغو عادلو فقهاوو پسې ولاړ شو، چې له ځاني غوښتنو لرې دي. نو پردې بنسټ، بشپړ توحید، د الله پر ایکي والي، له هر ډول شرکه د فکر او عمل څنډل ، که معصوم امام وي، لاروي دې وشي او که د غیبت پېر و؛ نو له عادلو فقهاوودې لاروي وشي.
* حضرت علي کرم الله وجهه، په یوه لیک کې خپل مشر زوی امام حسن ته لیکي:«لو کان لربک شریک لأتتک رسله»که پالونکي دې شریکوال درلودای، هغه به هم پېغمبران رااستول، چې خلک یې وپېژني او بندګي یې وکړي[4].
*د هغه د ایکي یو والي دلیل، په پنځول شویو کې همغږي ده؛ لکه څنګه چې امام صادق (رح) «اتصال التدبیر» د پنځګر د یووالي نښه ګڼلې ده[5]. یو له بل سره د لمر، سپوږمۍ، ځمکې، اوبو، باد، خاورې، غرونو، بیدیاوو او سمندرونو همغږي او د ا نسان له اړتیاوو سره ددې ټولو همغږي، د هستۍ په نظام کې د تدبیر د یووالي نښه ده. انسان اکسیجن اخلي او کاربن ډای اوکسایډ وباسي؛ خو بوټي کاربن ډای اوکسایډ اخلي او اوکسیجن وباسي. د ماشوم اړتیا د موروپلار په مینه او د ورځې ستړیا د شپې په خوب پوره کېږي. سترګه چې له څلېښینو اوبو جوړه شوې او په تروو اوبو ساتل کېږي او خوله چې معدې ته د خوړو د ورننووتو لار ده، په خوږو اوبو، چې د خوړو په هضم کې ګټوره ده، لمدېږي.
* په جمل جګړه کې یو بېدیاني، حضرت علي کرم الله وجهه د توحید په باب وپوښت. نور سرتېري خپه شول، چې څه بېځایه پوښتنه ده؛ خو آنحضرت وویل: زموږ جګړه د توحید لپاره ده او بیا یې د توحید سمه مانا وروښووله[6].
* الله نه یوازې په ذات؛ بلکې په ځانګړنو کې هم ایکي یو دی، هغه زموږ په څېر نه دی، چې ځانګړنې یې له ذاته جلا وي، موږ پوهه او ځواک لرو؛ خو په کوشنیوالی کې مو نه درلودل او په بوډاتوب کې یې هم له لاسه ورکوو.
الله پوهه او ځواک لري؛ خو دا ځانګړنې ورته پنځول شوې نه دي؛ بلکې له ذات سره یې وې؛ لکه د مخلوق توب ، بېوسېتوب او بېوزلۍ ځانګړنه، هېڅکله له موږ جلا نه وه او نه به شي.
پېغامونه:
1- پېغمبران د وحې امین دي؛ الله خپل پېغمبر ته وویل: « قُلْ » …هغه هم وايي: قل…
2-الله له شتون سره سره له سترګو پټ او د لیدو وړ نه دی. «هُوَ» (توحیدیان ګروهن دي، چې «لا تُدْرِکُهُ الْأَبْصارُ وَ هُوَ یُدْرِکُ الْأَبْصارَ[7])) سترګې یې لیدی نه شي؛ خو دی سترګې ویني.)
3-ګروهیزو پوښتنو ته دې ځواب وویل شي. ( قُلْ هُوَ اللّهُ …
4-حق ګروهې نورو ته اعلان کړئ.(قُلْ هُوَ اللّهُ …
5-الله په هر څه کې ایکي یو دی؛ په ذات، پوهه، ځواک، حیات، حکمت، پنځونه او ژوند ورکونه کې. «قُلْ هُوَ اللّهُ أَحَدٌ»
اَللّهُ الصَّمَدُ«2»=هغه الله چې د ټولو مقصود دی [ “الله” پر ځان پوره او مړه خوا (صمد) دى]
ټکي:
* «صمد» د قصد کولو په مانا دی. الله صمد دی؛ یعنې د ټولو موجوداتو په خپلو چارو کې هماغه (ذات) مقصود دی او هغه د ټولو مقصود دی؛ لکه څنګه چې امام جواد (رح) د «صمد» په مانا کې وویل: «
سید مصمود الیه: هغه ستر دی، چې ټول موجودات ورته رجوع کوي او ورته اړمن دي»؛ لکه د «أَنَّ إِلی رَبِّکَ الْمُنْتَهی» آیت[8].
* امام حسین د بصریانو په ځواب کې چې د صمد مانا یې ترې پوښتلې وه، وویل: د صمد مانا یې هماغه ورپسې «لَمْ یَلِدْ وَ لَمْ یُولَدْ» جمله ده[9].
* حضرت علي کرم الله وجهه د صَمد په تفسیر کې وویل: « هو اللّٰه الصمد الذی لا من شیء و لا فی شیء و لا علی شیء مبدع الأشیاء و خالقها و منشئ الأشیاء بقدرته یتلاشی ما خلق للفناء بمشیته و یبقی ما خلق للبقاء بعلمه [10]» الله صمد دی؛ یعنې له څه نه دی رامنځ ته شوی، په څه کې نه دی ورننووتی، پر څه ایښوول شوی نه دی، د څیزونو پنځوونکی او خالق دی، هر څه یې په خپل ځواک پنځولي، څه یې چې فنا ته پنځولي، په ارادې یې خورېږي او څه یې چې بقا ته پنځولي، په علم یې پاتېږي.
* امام صادق (رح) وویل: که اهل مې یې موندلي وای، له همدې «صمد» کلیمې مې توحید، اسلام او ایمان را سپړه[11].
پېغامونه:
1-ټول موجودات که غواړي که نه غواړي، توجه یې هغه ته ده. «اللّهُ الصَّمَدُ»
2-یوازې هغه غني (موړ) دی او ټول ورته اړمن دي. «اللّهُ الصَّمَدُ»
3-یوازې الله (ج) وړ دی، چې قصد یې وشي. (په الصمد کې د الف و لام توري حصر ته دي.)
4- موجودات په ټولو چارو کې، هغه ته اړمن دي. «اللّهُ الصَّمَدُ» (د صمد کلیمه مطلق ده او د موجوداتو ټولې مانیزې او توکیزې اړتیاوې رانغاړي.)
لَمْ یَلِدْ وَ لَمْ یُولَدْ«3»=نه يې زېږولي او نه زیږېدلى دى .
ټکي:
*له موجوداتو سره د الله (ج) اړیکه د پنځونې اړیکه ده، نه د زېږونې. هغه موجودات پنځوي؛ یعنې له نیستۍ یې هستۍ ته راوړي؛ نه دا چې په خپله یې زېږوي؛ ځکه نوزېږي د والدینو له جنسه او په رښتینه کې د هغوی یوه برخه ده، حال دا چې هېڅ څیز د الله (ج) له جنسه نه دی او نه یې برخه ده.
*داچې ډېری مشرکان او کتابیان الله (ج) ته پر زوی قایل وو؛ نو ځکه «لَمْ یَلِدْ»، چې د اولاد نه درلودو په مانا ده، تر «لَمْ یُولَدْ» مخکې راغلې ده[12].
* موجودات، نه یوازې له هغه نه دي زېږيدلي؛ بلکې ان له هغه راوتي هم نه دي؛ هاغسې چې مېوه له ګله ، ونه له زڼي، اوبه له وریځو او چینې، اور له لرګي، خبره له خولې، لیکنه له قلمه، بوی له ګله، خوند له خوړو، فکر له عقله، تودوخه له اوره، ساړه له یخه، خوب او خیال له ذهنه، غم،ښادي ، وېره او هیله له زړه راوځي[13].
* دا آیت هم د مسیحیّت ګروهه چې حضرت عیسی یې د الله (ج) زوی ګاڼه او هم د یهودو ګروهه چې حضرت عزیر یې د الله (ج) زوی ګاڼه او هم د مشرکانو ګروهه چې پرښتې یې د الله (ج) لوڼې ګڼلې، ردوي.
پېغامونه:
1-له هر څه د الله صَمَدیّت او مړه خواتوب، ددې دلیل دی، چې هغه والدینو او اولاد ته اړمن نه دی. «اللّهُ الصَّمَدُ. لَمْ یَلِدْ وَ لَمْ یُولَدْ»
2- الله (ج) علّت نه لري او له کوم څیزه نه دی رامنځ ته شوی. «وَ لَمْ یُولَدْ»
3- زوکړی او مولود، معلول دی او الله کېدای نشي. «وَ لَمْ یُولَدْ» ( څنګه حضرت عیسی علیه السلام، چې د بي بي مریم زوکړه ده او بیا یې هم الله ګڼي؟)
وَ لَمْ یَکُنْ لَهُ کُفُواً أَحَدٌ«4»= او نه يې سيال (او سارى) شته .))
ټکي:
* «کفو» د ورته، ساري او شبیه په مانا دی[14]. لکه څنګه چې د واده په مسله کې سپارښتنه شوې چې هغه څوک واده ته وټاکئ، چې «کفو» مو وي؛ یعنې په دین او اخلاقو کې ستاسې په څېر او ورته وي.
* الله صمد دی؛ یعنې هغه له نورو مړه خوا او ټول ورته اړمن دي؛ نو ځکه ساری نشي درلودای؛ ځکه ساری یې باید له هغه مړه خوا وي، چې دا د الله له صمدوالي سره په ټکر کې دی.
* تېر آیت، له الله (ج) زوی او پلار نفې کړل او دا آیت ترې د هر ډول مېرمنې درلودل ردوي؛ لکه چې په یوه بل آیت کې لولو: «مَا اتَّخَذَ صاحِبَهً وَ لا وَلَداً[15]»او نه یې مېرمنه ټاکلې او نه زوی لري.
پېغامونه:
1- په ذات، ځانګړنو او کړنو کې هېڅوک او هېڅ څیز الله (ج) ته ورته نه دی. «وَ لَمْ یَکُنْ لَهُ کُفُواً أَحَدٌ»
2-الله (ج) ورته نه لري، چې د هستۍ په چارو کې یې شریکوال شي. «وَ لَمْ یَکُنْ لَهُ کُفُواً أَحَدٌ»
«والحمد للّه ربّ العالمین»
[1] ددې روایتونو ټولګه په نور الثقلین تفسیر ،( 5ټ، 699-715مخونه)کې راغلې ده.
[2] .مصباح کفعمي،ص 246.
[3] .بحارالانوار،ج 3،ص222.
[4] نهج البلاغه،لیک: 31.
[5] نورالثقلین تفسیر ج3،ص418.
[6] نورالثقلین تفسیر.
[7] .انعام،103.
[8] .نجم،42.
[9] .نورالثقلین.
[10] . نورالثقلین.
[11] . نورالثقلین.
[12] نوین تفسیر.
[13] د پورته مطالبو یوه برخه د بصرې خلکو ته د امام حسین د ځواب یوه برخه ده، چې د صمد په اړه یې پوښتلی و. (تفسیر : نورالثقلین)
[14] – د ابن اثیر، نهایه.
[15] جنّ،3.