تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الله لمانځنه په قرآن کریم کې راغلي: لاَّ تَجْعَل مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَّخْذُولًا (اسراء/۲۲) = (بنده!) هېڅكله له خداى سره بل معبود مه نيسه،چې پړ او بې مرستندويه به كېنې. فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا(جن/۱۸) = « دالله په شتون کې، څوک خدایي ته مه رابولئ» همدغسې علي(ک) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الله لمانځنه

په قرآن کریم کې راغلي:

لاَّ تَجْعَل مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَّخْذُولًا (اسراء/۲۲) = (بنده!) هېڅكله له خداى سره بل معبود مه نيسه،چې پړ او بې مرستندويه به كېنې.

فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا(جن/۱۸) =

« دالله په شتون کې، څوک خدایي ته مه رابولئ»

همدغسې علي(ک) وايي : « ویجاړ زړه د خدای په یاد اباد کړه».

د خدای یادولو او د الله نمانځنې ساده مانا

هڅه کوو چې د خدای یادولو، الله نمانځنې او ورسره شرک نه کولو دقیقه مانا څرګنده کړو. البته ددې سپارښتنو ړومبی او لومړنۍ مانا پوره روښانه ده او څه ابهام پکې نشته. ټول پېغمبران رالېږل شوي چې خلک یو «الله» ته راوبولي او د ډول ډول اربابانو له نمانځنې یې منع کړي. په واقع کې الهي انبیاوو دوه مهم پیغامونه درلودل: «الله» نمانځنه او له «طاغوته» ډډه کول. خدای په نحل سورت کې وایي، چې ګرد پېغمبران مې له دې دوو پيغامونو سره درلېږلي:

أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ(نحل/۳۶) =الله ونمانځئ او له طاغوت نه ډډه وکړئ.

له طاغوتانو ډډو کول د الله تعالی د رښتونې نمانځنې متمم او بلکې شرط دی؛ نو ځکه د مانا تردې بریده، څه اجمال او ابهام نشته؛ خو کار تر دې ځایه پای ته نه رسي. که له «الله» سره د شرک کولو مانا ښه وپېژندل شي؛ نو د «الله» نمانځنې او په الله(ج) یادولو د زړه ابادول به هم وپېژندل شي.

د «الله» نمانځنه؛ یعنې انسانان یو هم خدای نه دی.

د الله نمانځنه او په یادولو یې د زړه ابادول، یوه مهمه او په عین حال کې ساده مانا لري، چې دا ده:

موږ انسانان یو هم خدای نه یو، او الله یو دی. موږ انسانان یو مخلوق یو او باید په نړۍ کې د انسانیت او مخلوقیت حق ادا کړو. له کومه ځایه چې بشر د الوهیت پر پوړۍ پښه ايښې؛ نو بېلابېل مفاسد پیل شوي دي.

دا پوړۍ بېلابېلې درجې لري چې تشخیص یې هر وخت څه اسان کار نه دی. که څوک د الله ځانګړي اوصاف او ځانګړنې وپېژني او هوس وکړي، چې دا ځانګړنې ولري، نو همغومره به په شرک ککړ وي.

په واقع کې ابلیس هله شیطان شو، چې هوس یې وکړ، چې د الله له ځانګړو صفاتو ځنې یو یې خپل کړي.

حضرت علي(ک) دا مطلب په یوې اوږدې څرګندې وینا کې ښه تشریح کړی او وایي، چې «الله» یو لړ صفات ځان ته غوره او له نورو یې منع کړي دي:

« الحمد لله الذى لبس العز و الكبرياء و اختارهما لنفسه دون خلقه و جعلهما حمى و حرما على غيره و اصطفاهما لجلاله  =  د الله ستاینه، چې د عزت او کبریا جامې یې اغوستي او دا دواړه یې ځان ته غوره کړي او پر نورو یې حرامې کړي او خپل جلال ته یې ځانګړې کړې دي»

روسته وایي، چې شیطان له خدای سره په یوه صفت کې یې شخړه وکړه:

«نازع الله رداء الجبريه و ادرع لباس التعزز و خلع قناع التذلل. الا ترون كيف صغره الله بتكبره و وضعه بترفعه =  له خدای سره یې د جبریت د ردا پر سر شخړه وکړه او د عزت جامه یې واغوسته او له څېرې یې د خواری پڼونی لرې کړ ایا نه وینئ چې خدای څنګه هغه د ځان لویی ګڼلو په پار، کوچنی کړ او له دې لامله چې ځان یې لوړ باله، راټیټ یې کړ؟»

روسته، موږ انسانانو ته وصیت کوي:

د خدای بندګانو، پام مو اوسه، چې ابلیس مو په خپلې ناروغۍ اخته نکړي او په [ خپل لانجمن] غږ مو له ځایه راپانڅوي:

فاحذروا عبادالله ان يعديكم بدائه و ان يستفزكم بندائه.

«دا چې ته وغواړې خلک درته ګوته په خوله هک حېران ودرېږي»؛ نو دا د خدایي کولو هوس دی.

مولوی وایي د یو شمېر خلکو کار دادی، چې ځان ته د خلکو زړونه راواړوي. دا چار د عمومي هنرمندانو له جدي آفاتو ځنې دی؛ خو کله بې هنران هم افت ځپلي کوي. د مولوي په تعبیر یوه ډله د خلکو هېښتیا یا حېراني راجلبول غواړي، ښه یې راځي چې نور یې په اړه حیران او ګوته په خوله هک پک شي او له ډېرې هېښتیا او حېرانۍ یې خلک دده پرېمانه ستاینه وکړي.

د مولوی په تعبیر، دغسې هوس، د خدایي کولو هوس دی؛ ځکه یوازېنی موجود چې باید ورته حېران او ګوته په خوله او هېښ پېښ شو، الله تعالی دی، او څوک چې د خلکو د حیرانۍ غوښتونکی شي، په واقع کې په الوهیت کې یې د تمې لاس وهلی دی:

طالب حيرانى خلقان شديم        دست طمع اندر الوهيت زديم‏

(مثنوى، درېیم دفتر، 2233 بیت)

در هواى آنك گويندت زهى        بسته‏اى در گردن جانت زهى‏

ټول عمر په قیوداتو او ملاحظاتو تېروي، چې د نورو ستاینه او تحسین واوري. په کار کې ډول ډول ظرافتونه کوې، داسې لوبې کوې چې زړونه ایل کړې. دا، « د خلکو د حېرانۍ او هېښتیا غوښتنه» ده. دا چار په تېره د هنرامندانو ستر آفت دی.

هر هنرمند – شاعر، لیکوال، فیلمساز یا… له کله چې په هنري چار بوختېږي، په دې فکر دی، چې کله یې نورو ته هنري اثر وروړاندی شو،څه غبرګونونه به راولاړ کړي. او البته دې ته په تمه وي چې دا غبرګونونه باید له ستاینې ډک وي. په رښتیا چې د لا ډيرو مشتریانو یا پېرونکیو د راماتولو او د لا ډېرو ستاینو د ترلاسه کولو په څنګ کې خپل روح ته پرېمانه آفتونه هم پېري او دا آفتونه په هغه وخت پورې اړوندېږي چې لا یې غبرګون لیدل شوی نه او لا بد خو هغه وخت وي چې له ستاینې ډک او سخ ډولی غبرګون رادبره شي. دغسې یو تن باید وار له مخکې له ځانه ډول ډول کلا ګانې راتاوې کړې وې، چې د سخ، ستاینې یا شاباشۍ غشي یې ټپي نکړي، که نه له دې آفاتو به خوندي پاتې نشي.

په هر حال دا چار د یو ډول الوهیت غوښتل هم دي. «الله» والی د خدای یو له اوصافو ځنې دی. یو شمېر مفسرانو او ژبپوهانو ویلي، چې «الله» یعنې هغه چې ټول ورته هېښ پېښ، ګوته په خوله پاتېږي؛ نو ځکه دا صفت، په خدای پورې ځانګړی دی او که انسانان د نورو هېښتیا راجلبول وغواړي؛ نو په رښتینه کې د الوهیت پر پوړۍ یې پښه ورایښې ده. امام باقر (رح) وايي :

« من طلب العلم ليباهى به العلماء او يمارى به السفهاء او يصرف به وجوه الناس اليه فليتبوا مقعده من النار =  څوک چې علم پر عالمانو د ویاړنې یا له سفهاوو او بې عقلو سره د لانجې یا د خلکو د پام رااړونې لپاره زده کړي؛ نو په اور کې دې خپل هستوګنځی چمتو کړي.»

(اصول کافي، کتاب فضل العلم، او همدې مضمون ته ورنژدې په کنز العمال کې له رسول اکرم(ص) روایت شوی دی).

* په نوې نړۍ کې شرک؛ د «الله تعالی» یو شمېر ځانګړې ځانګړنې په «غیرالله» پورې ورځانګړې شوې دي

سمه ده چې لویدیځ له څه وخته راروسته له خدایه په جدي ډول منکر شو، د خدای اوڅارول او ښکاره نمانځنه یې په زړه پورې نشوه او له هغه موجود نټه وشوه چې غیر مادی، پر هستۍ راچاپېر،پنځګر – خالق او د خلکو رازق دی؛ خو په ډېر ظریف ډول او په پټه د خدای صفات ځینو نورو موجوداتو ته ورکړای شول.

داسې چې ډېرو لږو ومونده سره له دې چې «خدای ته د بې اعتنایۍ» ادعا کېږي، معبود پالنه یا بوتپالنه یا په دیني تعبیر «شرک» ژوندی او نوې بڼه یې موندلې ده. لازمه نه ده چې انسان تل یو بوت وتوږي او د خدای ټول اوصاف یو موهوم یا مصنوع موجود ته ورکړي او رسماً د خدای نامه پرې کېداي او سجده ورته وکړي، بلکې څه چې ډېر پېښېږي او خورا پټ او ناپېژنداي هم دي، دا دي چې د خدای اوصاف یو له بله بېل کړي او څو ځانګړي صفات یې یو بل موجود ته ورکړي، او په دې توګه یو خدای نه، چې ګڼ خدایان جوړ کړي؛ داسې خدایان چې د خلکو پر عقلونو او ژوند حکم وچلوي او خلک په عین شرک کولو کې، پوه نشي چې ګڼ خدایان او خپاره واره اربابان نمانځي.

دا چار، زموږ په روزګار کې پېښ شوی دی. ټوله خبره مې داده، چې تل په زړه کې د خدای یادولو یوه مهمترینه ثمره داده چې انسان ددې ډول شرکونو پر وړاندې حساس او خوندي کوي. باید انسانان دا خپاره واره خدایان وپېژني او د الوهیت له مقامه یې راکوز کري.

د نوې نړۍ خدایان

زموږ په پېر کې څو خدایان د الوهیت پر مسند او مقام ناست دي او الوهیت یې ښه تبلېغېږي؛ داسې چې له ډېرې مودې راهېسې یې د خلکو عقلونه او اذهان ایل کړي دي.

دولت: بې مکلفیته د حق خاوند دی

ړومبی یې، د «دولت» خدای دی. په لوېدیځ کې ډېرو اندیالانو دې مانا ته لمن وهلې چې دولت له اخلاقو اوچت (فوق) یو موجود دی. دا د «هګل» په څېر فیلسوفانو تعبیر دی. دا نظریه پر «خدای – دولتۍ» قایله ده؛ یعنې «دولت» ته د خدای پر مقام قایل دي؛ خو لکه څنګه چې پوهېږو د الله تعالی یو له ځانګړو اوصافو دادی چې:

لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ(انبیاء/۲۳) = “الله” د خپلو چارو په اړه نه پوښتلېږي؛ خو دوى (= انسانان) پوښتلېږي.

البته دلته د اشاعره وو افراطي نظریه – چې خدای یې له حسن و قبح او اخلاقو اوچت باله – تر پام لاندې نه ده؛ خو چورلټ له اخلاقو سره د خدای تړاو له اخلاقو سره د انسانانو تر تړاوه توپېر لري.

انسانان ځینې مسوولیتونه پر غاړه لري او ترمنځ یې حق او مکلفیتونه روان دي، چې یو یې هم د خدای په باب نه دی.

څوک پر خدای څه حق نه لري، یوازی خدای دی چې حق لري؛ خو مکلفیت نه لري.

خو زموږ په پېر کې (له یوې نیمې پېړې راهیسې) یو شمېر فیلسوفانو دا نظریه دود کړې، چې په نړۍ کې د «حکومت» یا «دولت» په نامه یو بل موجود شته چې همدا خدایي صفت لري. یعنې دا موجود د خدای په څېر «حق» لري؛ خو «تکلیف» نه لري. دا نظریه ډېرو کسانو منلې ده.

د علي(ک) په سیاسي فلسفه کې دوه مهم آرونه:

(الف) بې له الله هیڅوک له حق سره یو اړخیز تړاو نلري.

(ب) په سالم امت کې، کمزوري له زورورو، بې تړتړۍ خپل حق اخلي.

علي(ک) د «دولت» او د اسلام د سیاسي فلسفې په اړه یو ډېر مهم ټکی یاد کړی، چې غالباً هېر شوی دی. دا غونډله یا جمله یې مشهوره ده:

فالحق اوسع الاشياء فى التواصف و اضيقها فى التناصف( نهج البلاغه:۲۱۶مه خطبه)

د حق په اړه ډېرې خبرې کړای شو، اندیالو، فیلسوفانو او ادیبانو یې په اړه خبرې کړې دي؛ خو «په حق صفتي کېدل (اتصاف) او عمل کول پرې ډېر ستونزمن چار دی» له صراط پله د تېرېدو په څېر دي. په رښتیا هم تاریخ د علي(ک) په دې کلام ګواهي ورکوي، بیا وایي:

لا يجرى لاحد الا جرى عليه

«حق یو څېز دی، چې که د چا پرګټه وچورلي؛ نو پر ضد یې هم ورچولېدای شي».

یعنې هیڅوک له حق سره یو اړخیزه اړیکه نلري. داسې نه ده چې څوک یوازې حق لري؛ خو مکلفیت نلري، ټول د ده پوروړي وي؛ خو دا د چا پوروړی نه وي، ټول ورته لاس په نامه وي خو دا د هیچا پر وړاندې مسوولیت نلري. حق یو دوه اړخیز بهیر دی.

حقیقتاً که په نهج البلاغه کې د اسلام د سیاسي فلسفې په اړه دوه مهم آرونه راغلي وي؛ یو یې همدا دی چې وویل شو.

دویم آر (اصل) مالک اشتر ته د علي(ک) په لیک کې راغلی چې دلته په څرک اشاره ورته کوو: علي(ک) وایي:

تر یوه ځل ډېر مې له پېغمبراکرم(ص) اورېدلي چې ویې ویل:« یو امت هم د پاکیزګۍ مخ نه ویني؛ خو دا چې په دې امت کمزوري له زورورو خپل حق بې تړتړی واخلي.»

د دویم آر جرړه باید د ړومبي آر په په جرړه کې ولټوو: زورور په کمزوریو یو اړخیز حق نلري. زورورو یعنې هغه کسان چې په ظاهره تر نورو په اوچتو ټولنیزو مرتبو کې ناست وي او د چارو واګې یې په لاس کې وي. د علي(ک) خبره داده، چې دا موقعیت دوی ته یو اړخیز حق نه ورکوي، یعنې دوی اجازه نلري څه چې غواړي، وکړي، او نور باید د دوی په اجازه خبرې وکړي، او هومره خبرې وکړي چې زورورو اجازه ورکړې وي. داسې نه ده. زورور او  چارواکي هم  څه چې لري په بدل کې باید ورکړي. دوی هم پوروړي دي. نور نباید خپل حق په التماس او زاریو ترې وغواړي؛ بلکې په زړورتوب او سر لوړۍ خپل حق ترې واخلي؛ بې له دې چې ولړزېږي، وهم یې ونیسي تړتړی او وډار شي.

هو، ویینه مو د ړومبي آر په اړه وه:

« د حق د توصیف کړۍ ډېره پراخ ده؛ خو ورباندې د عمل کولو کړۍ یې تنګه ده». او:

« حق یو څیز دی که د چا پر ګټه وچورلي؛ نو پر ضد یې هم ورچورلېدای شي.»

یوازې خدای دی چې حق لري؛ خو مکلفیت نلري. نور له دې اړخ مساوي وضع لري.

هیڅوک د ټولو اختیاراتو د درلودو ادعا نشي کړای؛ خو نور یې په اړه څه اختیار نلري. ؟

نو ځکه څوک چې په هر ځای کې په هرې نامې، یو موجود را اوچت کړي چې یوازې همدا د حق خاوند دی او نور حق ورباندې نلري؛ نو د خدایي لاپې یې کړي؛ که دا موجود د نېچه «زبر وګړ – سوپرمین» وي، که د هګل «دولت» وي، که د هیدګر «اتل» وي. دا «په الوهیت کې د تمې لاس وهل» دي او له شرکه یې څه کم نه دي.

«په الوهیت کې د تمې لاس وهل» مانا یوازې دا نده، چې انسان رسماً د خدایي ادعا وکړي او د فرعون په څېر له نورو وغواړو چې و یې نمانځي. کافي ده، چې یو څوک ځان ته د خدای له ځانګړو صفاتو په یوه صفت قایل شي. په قرآن کې خدای د کتابیانو په اړه وایي، چې خپل پوهان او شیخان یې نمانځل:

اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ(توبه/۳۱)

امام صادق (رح) ددې آیت په تفسیر کې ویلي:

« پر خدای قسم احبارو او رهبانو خلک خپلې نمانځنې ته راونه بلل او که رابللي یې وای، نو چا ورسره نه منله؛ خو یو حلال یې ورباندې حرام او یو حرام یې ورباندې حلال کړ».

فعبدوهم من حيث لا يشعرون (بحار الانوار:۲ټ:۹۸مخ)

«؛ نو بې له دې چې پوه شي ویې نمانځل»

دا کلام د ډېر سوچ او تأمل وړ دی او په حقیقت کې وایي «تشریع» د خدای ځانګړی حق دی او څوک یې ځان ته ځانګړی کولای نشي یا دا چې له خدای سره پکې ورشریک شي.

د خدای یادول، او په یاد یې د زړه ابادول؛ یعنې دا چې تل دا ساده خو ډېر مهم ټکی ځان ته تلقین او له خپلو غوږونو یې تېر کړو، چې موږ انسانان خدای نه یو.

دا همغه مانا ده چې:

خفيفه على اللسان، ثقيله على الميزان

ویل یې اسان دي؛ خو وزن یې دروند دی؛ نو ځکه ډېر لږ یې د وړو وس لري یا ان ډېر لږ کسان یې د تشخیص قدرت لري.

په مارکسیستي او فاشیستي نظامونو کې دولت تر اخلاقو اوچت دی

د لويدیځ په حکومتي غونډالونو کې، دوه نظامونه راښکاره شول چې هر یو په یو ډول د الوهیت زنګ وکړانګاوه: یو نظام یې په اصطلاح لیبرالېزم بنسټ وګرځاوه، او بل یې له هګلي اندنو تعذیه کوله او په پای کې د مارکسېزم او فاشېزم په بڼه راښکاره شو. په حقیقت کې مارکسیستي او فاشسیتي نظامونو دولت له اخلاقو اوچت ګاڼه، له نظره یې دولت، «غیر اخلاقي» (= amoral)  دی. نه ضد اخلاقي؛ یعنې کوم حسن و قبح چې د نورو لپاره دی، دولت ته نه دی که د نورو کړه وړه په حسن و قبح کې رانغاړلېږي؛ خو د دولت چلن، هوډ، کړنې داسې دي، چې د بشري اخلاقو په قضاوت او ورمندون کې نه رانغاړلېږي؛ نو ځکه له اخلاقو، حق او مکلفیت ورهاخوا او اوچتې دي؛ یعنې نور د دولت په تړاو مکلفیت لري؛ خو دولت د چا په تړاو مکلف نه دی. او دا چار، په واقع کې د الوهیت دعوا او په خدايي کې د تمې لاس وهل دي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!