امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت دیارلسمه برخه په ژوند کې رښتیاپالنه ( بېلابېل اخلاقي ارزښتونه): په يقين پوه شه ټولو هيلو ته به دې ونه رسې او له مرګه هم خلاصېداى نشې او د هغوى پر لار ځې، چې تر تا مخکې تللي؛ نو د دنيا شتمني په ښه توګه تر […]
امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت
دیارلسمه برخه
په ژوند کې رښتیاپالنه ( بېلابېل اخلاقي ارزښتونه):
په يقين پوه شه ټولو هيلو ته به دې ونه رسې او له مرګه هم خلاصېداى نشې او د هغوى پر لار ځې، چې تر تا مخکې تللي؛ نو د دنيا شتمني په ښه توګه تر لاسه او په نېکۍ يې ولګوه؛ ځکه دنيا ته ډېرې داسې بې کچې هڅې شوي، چې پانګه يې پوپنا کړې؛نو هر هڅاند به د خپلې خوښې روزۍ ته ونه رسي او داسې هم نه ده، چې که څوک د روزۍ لاس ته راوړو ته ونه ځغلي؛ نو بې برخې پاتېږي . ځان دې له هر ډول پستۍ وساته که څه خپلو موخو ته دې ورسوي؛ ځکه څومره پت چې له لاسه ورکوې، بيه يې ترلاسه کولاى نشې. د بل مريی مه وسه[1]،چې خداى آزاد پنځولی يې، د هغه خير به څه ګټه وي، چې يوازې په شر تر لاسه کېږي او هغه به سوکالي نه وي ،چې په ډېرو کړاوونو لاس ته راځي.
له دې ډډه کړه، چې د هيلو سپرلۍ دې ورکاوي ته راکاږي، که کولای شې، چې ستا او د خداى ترمنځ دې د نعمت خاوند نه وي؛ نو همدغسې وسه؛ځکه ته خپله روزي تر لاسه کوې او خپله برخه اخلې او د خداى له لوري، چې ډېر لږ څه ترلاسه کوې، تر هغې(شتمنۍ) خورا ډېره ده، چې د بندګانو له لاسه يې ترلاسه کوې، که څه دواړه د خداى له لوري دي.
څه چې په چوپه خوله له لاسه ورکوې،تر هغه خورا اسانه ده، چې په خبره له لاسه ووځي؛ ځکه د ګوډي د منځپانګې ساتنه یې د خولې په ټينګه تړنه کې شونې ده او چې څه دې په لاس کې وي، ماته يې ساتنه تر هغه غوره ده، چې له بل څه وغواړې او د نهيلۍ تراخه له خلکو تر غوښتنې غوره دي. په پاکلمنۍ ورهڼه – کسب تر هغې ډېرې شتمنۍ غوره ده، چې په ګناه ترلاسه کېږي.
تر بل هر چا پخپله بنيادم د خپلو خوالو د ساتنې وړ دى. ډېرۍ زيارکښ دي، چې خپل زيان ته کار کوي، کړتن تل چټيات وايي. څوک چې غور کوي، د لیدانې – بصيرت سترګې يې خلاصېږي او پوهه ترلاسه کوي . نېکانو ته نژدې شه او ورسره وسه او له بدانو لرې شه او ترې لرې وسه. خورا ناوړه خواړه، حرامه مړۍ ده او ډېر ناوړه تېرى پر بېوسي تېرى دى .
په کوم ځاى کې چې ښه چلن ناوړه شمېرل کېږي؛نو پر ځاى يې ناوړتوب وکړه،څومره ډېر درمل دي، چې درد زياتوي او ډېر داسې دردونه دي، چې پخپله درمل دي او ډېر دي داسې وګړي، چې د ورم وړ نه وي؛ خو ورم کوي او ناصح چلي وي،په هيلو دې مه اډانه کېږه، چې د احمقانو پانګه ده او له تجربو پند اخستل د عقل ساتنه ده او هغه غوره تجربه ده، چې پند در وښيي؛ نو مخکې تردې چې فرصتونه له لاسه ووځي او خپګان رامنځ ته کړي، ګټه ترې واخلئ.
هر زيارکښ خپلو غوښتنو ته رسېداى نشي او هر له لاسه وتلى بيا نه راستنېږي او د ورکاوي له بېلګو ځنې یو یې د آخرت د توښې پوپنا کول دي. هره چاره يوه پاى لري او څه چې درته مقدر (ټاکل) شوي رابه شي. هر سوداګر ځان په خطر کې اچوي، ډېر داسې “لږ” وي، چې تر “ډېرو” غوره او ښه وي. په پرېوتي،سپک او کنجوس ملګري کې ګټه نشته . اوس چې روزګار دې په واک کې دى، خورا هلې ځلې مه کوه او پرېمانه لاس ته راوړو ته ځان په خطر کې مه اچوه او پر جګړه مارې سپرلۍ له سپرېدو ډډه وکړه.
[1] دشتي: دلته د انسان ازادي تائيد شوې او ولسواکۍ – دموکراسۍ یا آزاد اندۍ – لبرالېزم ته ګوته نيول شوې،چې د بې آړ و بې خنډه – بې قيد وشرطه ازادى ادعا لري.