تبلیغات

انسان څرنګه موجود دى؟ داچې انسان څرنګه موجود دى؛په دې اړه دوه ډوله نظرونه دي : يو داچې انسان هم د نورو موجوداتو په څېر سل په سلو کې _په اصطلاح_خاورين موجود دى؛يعنې مادي دى؛خو هغه مادي موجود،چې د مادي تحولات په بهير کې يې هغه حداکثر تکامل موندلى،چې يوه ماده يې موندلاى شي.په بوټو،څارويو […]

انسان څرنګه موجود دى؟

داچې انسان څرنګه موجود دى؛په دې اړه دوه ډوله نظرونه دي : يو داچې انسان هم د نورو موجوداتو په څېر سل په سلو کې _په اصطلاح_خاورين موجود دى؛يعنې مادي دى؛خو هغه مادي موجود،چې د مادي تحولات په بهير کې يې هغه حداکثر تکامل موندلى،چې يوه ماده يې موندلاى شي.په بوټو،څارويو او انسانانو کې ژوند د تکاملونو يوه وړانګه ده،چې په تدريج يې پخپل بهير کې لاس ته راوړى دى؛يعنې بې له مادي عناصرو يو بل عنصر ددې موجود په وجود کې لاسوهنه نه لري . (ځکه “عنصر” وايو،چې بل تعبير ورته نه لرو) هر کمال چې په دې موجود کې دى،له همدې مادي خټې يې سرچينه اخلي؛نو په دې حساب لومړني انسانان او هغه انسانان،چې په پيل کې پيدا شول ول،تر ټولو کوز انسانان به ول او څومره،چې انسان مخکې راغلى،د تکامل درجه يې لوړه شوې ده؛که لومړنى انسان د پخوانيو د تصور په بڼه وانګېرو،چې نېغ په نېغه له خاورې پيدا شوى يا په هغه بڼه،چې نن ځينو ښاغليو رامخې ته کړى –او پخپله يوه فرضيه ده او د فرضيې له نظره ورته مخونه ورکړاى شو_،چې انسان له نورو پرېوتو موجوداتو ټاکل شوى او له ټيټيې طبقې يې تحول موندلى دى او جرړه يې په خاوره کې ده؛نه داچې لومړنى انسان نېغ په نېغه له خاورې پيدا شوى دى .

 

لومړنى انسان په قرآن کې

د اسلامي او قرآني؛بلکې د ټولو مذاهبو د ګروهې له نظره لومړنى انسان هغه موجود دى،چې تر ځان وروسته تر ډېرو انسانانو ان له ننني انسانو خورا متکامل و؛يعنې له هماغه پيله،چې دې انسان نړۍ ته پښه کېښووه،د خليفة الله او په بله وينا يو پېغمبر و او دا د دين په منطق کې د پام وړ ټکى دى،چې لومړنى انسان،چې په نړۍ کې رامنځ ته شو، د خداى د حجت او د پېغمبر په بڼه رامنځ ته شو،حال داچې ښايي د عادي تکاملي بهير له مخې بايد انسان راشي او د پرمختګ هسکو څوکو ته تر رسېدو وروسته،يو يې د نبوت او پېغمبرۍ مقام ته ورسي؛نه داچې لومړنى انسان پخپله پېغمبر وي .

قرآن لومړني انسان ته ستر مقام ورکړى دى :

((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ . وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَـؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (بقره/٣٠-٣١) =(هغه وخت درياد كړه) چې ستا پالونكي پرښتو ته وويل:(( زه پر ځمكه ځايناستى، خليفه (استازى) ټاكم.)) (پرښتو) وويل:(( (پالونكيه!) ايا ته داسې څوك ټاكې چې فساد او وينه تويه كړي؟ (؛ځكه له آدم نه مخكې ځمكني موجودات پرفساد او وينه تويدنه ككړ وو،كه ددغه انسان له پېدايښته موخه عبادت وي )؛ نو موږ (خو) ستا ستاېنه كوو او تا پر سپېڅلتوب ستايو.)) خداى وويل: ((زه، چې پرڅه پوهېږم تاسې پرې نه پوهېږ ئ.)) او (خداى) آدم ته د اسماوو علم [=د پيدايښت د رازونو پوهه او د موجوداتو نومونه]وښود، بيايې پرښتو ته وړاندې كړ او و يې ويل:((كه رښتيني ياست؛ نو ددې      ( شيانو) نومونه وښيئ ))

لنډه دا:لومړي انسان پرښتې حيرانې کړې،چې راز او رمز پکې دى؟ د لومړني انسان په اړه د ((وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي(حجر/٢٩)= او له خپل ( ښكلي اوستر) روح نه مې په هغه كې پوكړ))

دا ښيي،چې ددې موجود په وجود کې بې له مادي عناصرو يو عِلوي عنصر هم شته،چې په ((روح نه مې په هغه كې پوكړ)) تعبير شوى دى؛يعنې له “من عنداللهى” يو ځانګړى څيز پکې شته. پردې سربېره،ولې د “خليفة الله” تعبير لري : إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً؛ ځان ته مې خليفه .

نو په قرآن کې انسان ته دومره په درنده سترګه کتل شوي دي،چې لومړى انسان،چې نړۍ ته راځي، د خداى حجت،پېغمبر او د غيبو له نړۍ سره په اړيکه کې راځي.زموږ د امامانو د وينا ډډه د انسان همدا اصالت دى،په دې مانا،چې هغه لومړى انسان چې ځمکې ته راغلى، له هغه سنخ او ډول و او وروستى انسان هم به له همدې ډوله وي او هېڅکله د انسانيت نړۍ له هغه موجوده تشه نه ده،چې إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً وي.

(اصلاً د خبرې چورليد همدا مسئله ده) نور انسانان ددې انسان پر وجود فرع دي او که داسې انسان نه وي؛نو نور انسانان به هم نه وي.داسې انسان د خداى پر حجت تعبيرېږي : (( اللهم بلى لاتخلو الارض من قائم لله بحجة)) دا جمله په نهج البلاغه کې او ډېرى نورو کتابونو هم رانقل کړې ده.ما دا خبره له مرحوم بروجرودي اورېدلې؛خو ياد مې نه دي،چې په بل ځاى کې مې ليدلې که نه؛يعنې ورپسې نه وم؛هغه به ويل: دا هغه خبره ده،چې حضرت علي (ک) په بصره کې کړې وه او شيعه او سني متواتر رانقل کړې ده . حضرت کميل وايي : يوه ورځ حضرت علي له لاسه ونيوم او له ځان سره يې له ښاره بهر يوړم،چې د “جبان” سيمې ته ورسېدم؛همدا چې له ښاره ووتو او چوپتيا شوه؛حضرت اوږده ساه واخسته او سوړ اوسېلى يې وکړ او بيا يې وويل : کميله ! د آدم د اولادې زړونو د لوښو په څېر دي او غوره لوښى هغه دى،چې غوره ساتل وکړي؛يعنې سورى و نه لري،څه چې درته وايم،په ماغزو کې يې وساته . لومړى هغه مشهور وېش يې راته ووايه : خلک درې ډلې دي : يوه ډله رباني عالمان دي ( البته د حضرت علي په اصطلاح رباني عالم له هغه سره توپير لري،چې موږ په ست کې هر چا ته رباني عالم وايو؛يعنې واقعاً هغه سل په سلو کې الهي او سوچه عالمان،چې کېداى شي دا تعبير يوازې پېغمبرانو او امامانو ته وي) دويمه ډله زده کوونکي دي؛هغوى،چې له دې رباني عالمانو ګټنه کوي (دا چې هغه عالم ددې زده کوونکي پر وړاندې دى،مراد ترې هغه عالم دى،چې له کوم بشره زده کړه نه کوي) درې ډله خلک دي،چې د علم له رڼا يې څه وړانګه نه وي اخستې او په مضبوطه اډانه يې ډډه نه وي. بيا يې د خپل وخت له خلکو ګيله وکړه،و يې ويل: زه خورا پوهه لرم؛خو وړ يې نه مومم.و يې ويل :داسې خلک شته،چې هوښيار دي؛خو هغه هوښياران،چې هر څه چې زده کوي،پخپله ګټه يې کاروي،غواړي دين د خپلې دنيا په ګټه وکاروي؛نو مجبور يم،چې له دې خلکو ګوښه شم.بله ډله ښه خلک دي؛ خو احمق دي؛نه پوهېږي؛خو که پوه شو؛نو سرچپه پوهېږي،تردې ځايه د حضرت علي خبرې نهيلې کوونکي دي؛ځکه ښـايي څوک نه پيدا کېږي؛خو لاندې يې وايي : هو ! ځمکه کله هم له حجته تشه نه وي؛که په خلکو کې ښکاره او مکتوم وي؛شته خو خلک يې نه ويني او له سترګو پټ دى او په هماغو حجتونو خداى په خلکو کې خپل دلايل خوندي ساتي او هغوى هم پر څه،چې پوهېږي،دا تخم پخپلو زړونو (چې هغوى هم د خپل ځان په څېر دي) کې کري؛داسې نه ده،چې بې له کرلو ولاړ شي؛يعنې داسې نه ده،چې زه چې څه لرم،بې ويلو يې پرېږدم او ولاړ شم. بيا د هغو خلکو په هکله،چې له يوې ملکوتي مبداء ګټنه کوي،داسې وايي: پوهه پرې يرغل کوي؛نه دا چې دوى پر پوهه يرغل وکړي (مراد يې دادى،چې پوهه يې افاضي ده) او کوم علم،چې پرې يرغل کوي؛په حقيقي مانا بصيرت او ليد ورکوي؛يعنې په هغه پوهه کې غلطي،نيمګړتيا او تېروتنه نشته،له بلې نړۍ سره يې اړيکه نښلېدلې ده او څه چې بډايانو او هوسايانو ته سخت وي؛دوى ته اسان وي.د بېلګې په توګه : هوسايانو او بډايانو ته له خداى سره يوه ساعت خلوت سخت چار وي او تر هر چاره ورته سخت وي؛خو هغوى له دې چار سره مل وي؛له خلکو سره پخپلو بدنونو مرسته کوي؛خو په هماغه وخت کې روح يې له “اعلى ځاى” سره په نښلون کې وي؛يعنې بدن يې له خلکو سره دى؛خو روح يې دلته نه وي؛کوم خلک،چې له دوى سره محشور دي؛هغوى د ځان په څېر ګڼي او د ځان او هغوى ترمنځ پر هېڅ توپير قايل نه وي؛خو نه پوهېږي،باطن يې له بل سره په تړاو کې دى.

په هر حال داسې يو منطق شته او “کافي” هم د “باب الحجة” په نامه يو باب خلاص کړى دى،وايي : که په دنيا کې دوه تنه هم پاتې شي؛نو يو به يې داسې يو انسان وي؛لکه چې کله لومړى انسان پيدا شو،چې دغسې يو انسان و.داچې ددې منطق له روح سره مو ښه اشنا کړم؛ د کافي د الحجة کتاب مې راوړى،چې په دې اړه څه مطالب يې درته ووايم او و يې ژباړم. نور مسايل _ لکه داچې امام بايد وي،چې پر خلکو پر عدالت واکمني وکړي يا په ديني چارو کې د خلکو د اختلاف مرجع وي _ټول له دې اصله راولاړ شوي؛نه داچې امام ددې لپاره وټاکي،چې پر خلکو واکمني وکړي.خو خبره تردې چارو اوچته ده او دا يې په اصطلاح استجراري؛يعنې تبعي ګټې دي . له هر حديثه يوه جمله درته وايم،چې له دې منطق سره اشنا شئ.

 

د امام صادق روايت

د انبياوو او رسولانو په اړه يو روايت دى،چې يو زنديق امام صادق وپوښته : په کوم دليل انبياء او رسولان اثباتوې؟امام پخپل ځواب کې د توحيد پر مسئلې ډډه ووهله،و يې ويل :

لنډه داچې د انبياوو او رسولانو د اثبات جرړه،له صفاتو او چارو سره يې د خداى اثبات دى،چې کله پوه شو،چې خالق او صانع لرو،چې تر موږ حکيم او متعالي دى؛يعنې موږ نشو کړاى،پر هغو حواسو او مدارکو،چې لرو ورسره په اړيکه کې شو او يا يې لمس کړو يا ورسره محاجه او سوال و ځواب وکړو،داچې موږ اړمن يو،چې هغه راته لارښوونه وکړي؛ځکه هغه چې يوازې حکيم دى؛زموږ له واقعي ګټو او مصالحو خبر دى؛نوځکه يو موجود،چې دوه اړخه لري :له يوه اړخه له خداى سره په اړيکه کې دى؛يعنې کړاى شي له هغه وحې او تلقي وکړي او بلخوا نور موږ کړاى شو،ورسره په اړيکه کې شو او دداسې کسانو شتون لازم او واجب دى .

بيا يې ددې خلکو په اړه وويل: دوى بايد پخپله حکيمان وي او په حکمت تاديب شوي وي،په حکمت مبعوث شوي وي؛يعنې بلنه يې حکمت ته بلنه وي،سره له دې،چې په خلقت کې له خلکو سره شريک دي،په ځينو اړخونو کې بايد ورسره شريک نه وي،يو اضافه اړخ او اضافه روح پکې وي او د هغه له اړخه مويد وي او په هر وخت کې او ځاى کې داسې لازم وزلي ولري .

وګ :کافي١/٢٣٦ د “الحجة” کتاب .

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست