بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه بدي يا منکر څه ته وايي ؟ هر کار چې عقل او دين يې بد وګڼي، ورته منکر ويل کېږي. د بديو يا منکراتو لمن خورا پراخه ده. په قرآن کې د بديو بېلګې ښوول شوي؛خو د ټولو بديو شمېرنه څه اسان کار نه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
بدي يا منکر څه ته وايي ؟
هر کار چې عقل او دين يې بد وګڼي، ورته منکر ويل کېږي. د بديو يا منکراتو لمن خورا پراخه ده. په قرآن کې د بديو بېلګې ښوول شوي؛خو د ټولو بديو شمېرنه څه اسان کار نه دى.کله ناکله انسان بدي کوي؛خو خپله پرې نه پوهېږي. په اودس،غسل او وينځلو کې د ډېرو اوبو کارول،د خوړو، مېوو او جامو بېځايه کارول، ډېر خوري، پر واټونو ګند او چټلي اچول، سګرټ څښل او نور داسې دودونه،چې چاپېريال ککړوي؛دا ټول په بديو کې راځي او ډېر خلک ترې خبر نه دي.غلط پلانونه جوړول له سترو بديو ځنې دي.
که د ښوونځيو زده کړیالانو ته د لوست داسې پلان جوړشي،چې په سهار کې ساده او رغیز – سطحي لوست ولري او په روستيو ساعتونو کې د رياضي او ګران مضامين ولري؛نو ټول زده کړیالان به پر ازموينو کې ښې پايلې ونه لري؛ دا ځکه چې په سهار کې د زده کوونکيو ماغزه آرام او په غرمه کې ستړي کېږي.
هو! دا شان مهالويش په بديو کې شمېرل کېږي.څوک چې امين نه وي او ورته د بيت المال واګې وسپارل شي. که استاد ټولګي ته ناوخته راشي،په جومات کې پر منبر امام ګټورې خبرې ونه کړي،که امام د جمعې نمونځ اوږد کړي او دا کار خلک له جوماته توري کړي،د ګاونډي کور ته کتل،که پر بدو نومونو خلکو ته غږ وشي، بل چا ته په زړه کې خېرى ساتل،په کوڅو او واټونو کې ګند اچول، په ټيلفونو خلک تنګول،له آذان پرته پر لوړ اواز خبرې کول،د دروغو د لاسوندونو – اسنادو او راپورونو جوړل،غوړه مالي، له اضافه کار پرته نورو ته د دولت له شتمنيو اضافه کاري ورکول،بې نوبته څه اخېستل،بې وخته تيلفون کول،د ښځې او اولادونو هېرول،په اولاد کې توپير کول،نورو ته پور نه ورکول او پور بېرته نه ورګرځول، سود خوړل او پرناحقه قسم خوړل او داسې په سل ګونو نورې بدۍ؛که وغواړو او که نه د شپې او ورځې يې کوو او موږ ورته ګناه نه وايو او پردې پرې هم نه اچوو او نه يې د منځه وړلو هڅه کوو. ټولې بدۍ په يوه کچه نه وي؛ځينې بنسټيزې او کليدي بڼه لري؛لکه ګروهیزې – عقيدتي بدۍ چې د وټيز، ټولنیز، حقوقي، سياسي او اخلاقي بديو په پرتله بنسټيزه بڼه لري.
قرآن ډنډه مارانو ته وايي: ولې ډنډۍ وهئ ؟ ايا پر قيامت ګروهه -عقيده نه لرئ؟
أَلَا يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُونَ (مطففین/۴) = ايا دوى ګومان نه كوي، چې راپاڅول كېږي.
يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ (مطفیین۶) = هغه ورځ، چې خلك به نړۍ پال ته درېږي
د نمانځه په هکله په قرآن کې راغلي: نمونځ وکړه،چې قيامت راروان دى:
إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي (طه/۱۴) = په حقيقت کې همدا زه “الله” يم، بې له ما نمانځور وړ نشته؛ نو و مې نمانځه او يادښت ته مې نمونځ كوه .
إِنَّ السَّاعَةَ ءاَتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى (طه/۱۵) = ((په رښتيا قيامت راتلونكى دى؛خو غواړم (د راتلو وخت) يې پټ کړم،چې هر څوك د خپلو هلو ځلو له لامله بدله ومومي .))
پېغمبرانو به هم د خلکو له ګروهیزو انحرافاتو سره مبارزه کوله .
ګروهیزې بدۍ
شرک:
دا چې بې له خدايه بل چاته پاملرنه کېږي؛نو په قرآن کې پرې تر سلو ځلو زياتې نيوکې شوي چې دادي:
الف_د خداى د زوى درلودل:
وَيَجْعَلُونَ لِلّهِ الْبَنَاتِ سُبْحَانَهُ وَلَهُم مَّا يَشْتَهُونَ (نحل/۵۷) = او مشرکان (په خپل ګومان) الله ته لوڼې انګېري – چې ده ته (له دې عېبه) پاکي ده – او خپل ځان ته یې چې څه خوښ وي پرې قایلېږي.
ب_ځينو به پېغمبران د خداى زامن ګڼل:
وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللّهِ وَقَالَتْ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُم بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِؤُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ (توبه/۳۰) = او يهوديان وايي: ((عزير د الله زوى دى.)) او مسيحيان وايي: ((مسيح د الله زوى دى.)) د خولې دا هسې خبرې یې د مخکېنیو کافرانو د ویناوو لاروي ده، الله دې دوى ووهي،چې څنګه (له حقه) اړول کېږي!
ت_پرېښتې د خداى لوڼې ګڼل:
أَفَأَصْفَاكُمْ رَبُّكُم بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلآئِكَةِ إِنَاثًا إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلًا عَظِيمًا (اسراء/۴۰) = ايا (ګڼلې مو ده، چې) پالونكي مو په زامنو ونازولئ او خپل ځان ته يې له پرښتو لوڼې ونيوې؟! په حقيقت كې یوه غټه (او ډېره بده) خبره كوئ!
ټ_خداى نشتمن ګڼل:
لَّقَدْ سَمِعَ اللّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاء سَنَكْتُبُ مَا قَالُواْ وَقَتْلَهُمُ الأَنبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَنَقُولُ ذُوقُواْ عَذَابَ الْحَرِيقِ (آل عمران/۱۸۱) = هو، خداى د هغو خلكو وينا واورېده، چې ويل يې : (( په رښتینه کې خداى بېوزلى دى او موږ شتمن يو)) ژر به يې ویلي وليكو او هم يې په ناحقه د پېغمبرانو وژنه؛ او (ورته) وبه وايو: [( د خپلو كړنو په بدله كې) سوځنده عذاب وڅكئ!]
ث_د خداى لاسونه تړلي ګڼل:
وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُواْ بِمَا قَالُواْ بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا وَأَلْقَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ كُلَّمَا أَوْقَدُواْ نَارًا لِّلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللّهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ (مایده/۶۴) = (( او يهودو وويل :(( د الله لاس ( له پنځونې يا ورکړې په ځنځېر) تړلى دى)) د دوی لاسونه دې تړلي وي ! چې ددې خبرې له لامله ورټل شول؛ بلكې (د قدرت) دواړه لاسونه يې پرانستي دي، هر ډول یې چې خوښه وي، بښې يي؛ خو څه چې ستا د پالونکي له لوري درنازل شوي، د زياترو یې سرغړونه او كفر ورزياتوي او (ددې په بدله كې) مو، د قيامت تر ورځې ترمنځ یې دښمني او كرکه وغورځوله، کله یې چې د جګړې کوم اور بل کړی (؛نو) الله هغه مړ كړی او [اوس هم] پر ځمکه د فساد خپرولو هلې ځلې كوي او الله سرغاړي نه خوښوي .))
په قرآن کې پردې ټولو ګروهیزو بديو په کلکه نيوکه شوې ده . د الله ستاينې او تکبير په وییو – کلمو کې د ((سبحان الله )) پر ویی – کلمه د ټولو په پرتله ډېر ټينګار شوى دى.(( سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ ))؛يعنى دا کوم ناروا او کږې وږې ګروهې چې بېلارې شوي يې لري او په خداى پورې يې تړي،هغه ترې پاک او سپېڅلى دى.په نهج البلاغه کې راغلي:((پېغمبران ددې لپاره نه وو راغلي، چې په خلکو کې ګروهه رامنځ ته کړي ؛ځکه خلک د هستۍ پر مبداء ګروهن وو.)) د انبياوو موخه،د ګروهو سموول وو؛نو قرآن هم په دې ټکي ټينګار کړى او په دې هکله يې ډېرې بېلګې هم راوړى دي.د خلکو د ناسمو او کږو وږو ګروهو بېلګې دادي :
الف_ځان د خداى زوى ګڼل:
وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى نَحْنُ أَبْنَاء اللّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُم بَلْ أَنتُم بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ يَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَلِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ (مایده/۱۸) = او يهودو او مسیحیانو وويل:(( موږ د الله زامن او (ځانګړي) دوستان يو)) ورته ووايه : ((نو ولې مو په ګناهونو سزا درکوي؟! بلكې تاسې د خداى له پيدا كړيو، يو بشر ياست (الله چې) چا ته وغواړي (او وړ يې وبولي) بښنه كوي او چا ته یې چې خوښه شي (او مستحق يې وبولي) سزا وركوي، د اسمانونو او ځمكې او څه چې پکې دي، واكمني د الله ده او ده ته ورتګ دی .))
ب_له حقه سرغړاندي او لتاړل يې:
الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمْ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ (بقره/۱۴۶) = (( کتابيان هغه [= پېغمبر] د خپلو زامنو په څېر پېژني؛ البته يوه ډله يې حق آگاهانه پټوي.))
خو چې کله د خداى رسول راغى؛نو ترې منکر شول.
مَا جَعَلَ اللّهُ مِن بَحِيرَةٍ وَلاَ سَآئِبَةٍ وَلاَ وَصِيلَةٍ وَلاَ حَامٍ وَلَكِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ وَأَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ (مایده/۱۰۳) = الله د ((بحيره))، ((سائبه))، ((وصيله)) او ((حام)) په باب كوم حكم نه دى كړى. ( دا څلور ډوله اهلي څاروي دي،چې د ځينو علتونو له مخې په جاهليت كې ګټنه ترې حرامه وه؛ خو په اسلام كې دا بدعت منع شو)؛ خو كافران پر الله دروغ تړي،چې ډېرى يې نه پوهېږي.
مِّنَ الَّذِينَ هَادُواْ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَاعِنَا لَيًّا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِي الدِّينِ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَكِن لَّعَنَهُمُ اللّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلًا(نساء/۴۶) = ځينې يهود كلمې له خپلو ځايونو اړوي او [ددې پرځاى چې ووايي :(( وا مو ورېدل او ومو منل((] . وايي: ((وا مو ورېدل او و مو نه منل)) او (همداراز وايي:) واوره (چې كاشكې) كوڼ شې! او (په ملنډو وايي) راعنا [= موږ تحميق كړه.] چې په دې خبرو خپلې ژبې تاووي (او حقايق اړوي) او د خداى په دين كې ((خو)) ګانې پېدا كوي؛ خو كه دوى (د دې ځېلونو پر ځاى) ويلاى : ” وا مو ورېدل او و مو منل او زموږ خبرې واوره او موږ ته مهلت راكړه (چې پر حقايقو پوه شو) “؛نو ورته غوره وه او له واقعيت سره يې اړخ لګاوه؛خو الله دوى د خپل كفر له لامله له خپل رحمته لرې كړل،له همدې لامله ډېر لږ شمېر يې ايمان راوړي .
ج_خپلو ليکنو ته به يې د خداى ليکنې ويلى:
فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِندِ اللّهِ لِيَشْتَرُواْ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا يَكْسِبُونَ (بقره/۷۹) = نو پر هغوى دې افسوس وي،چې (له ځانه) په خپلو لاسونو ليكنه كوي، بيا وايي:(( دا د الله له لوري ده)) چې په لږه بيه یې وپلوري؛نو تباهى ده پر هغوى چې څه يې ليكلي او تباهي ده پر هغوى څه چې له دې لارې ترلاسه کوي!
ځ_له خپلو نېکونو لاروي کول:
بَلْ قَالُوا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِم مُّهْتَدُونَ (زخرف/۲۲) = بلکې وايي: ((په حقيقت كې موږ خپل پلرونه پر يوه دين موندلي او پر پلونو یې روان يو.))
له دين څخه د ځينو علماوو ناوړه ګټنه:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (توبه/۳۴) = مؤمنانو! (د كتابيانو) ډېرى عالمان او راهبان (= شيخان) د خلكو مالونه په ناروا خوري او د الله له لارې (يې) منع كوي او هغوى چې سره او سپين زر زېرموي او د الله په لار كې يې نه لګوي؛ نو له دردناك عذابه يې خبر كړه!
څ_د خداى په قانون کې اړونه:
سَيَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ إِذَا انطَلَقْتُمْ إِلَى مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ يُرِيدُونَ أَن يُبَدِّلُوا كَلَامَ اللَّهِ قُل لَّن تَتَّبِعُونَا كَذَلِكُمْ قَالَ اللَّهُ مِن قَبْلُ فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا بَلْ كَانُوا لَا يَفْقَهُونَ إِلَّا قَلِيلًا (فتح/۱۵) = هغه مهال چې تاسې د غنیمت د لاس ته راوړو لپاره خوځېږئ (؛ نو د حديبيې له سفره) پاتې شوني درته وايي ((پرېږدئ، چې درپسې درشو.)) (په دې توګه) غواړي د الله خبره (او لارښوونه) واړوي؛ ووايه: ((راپسې رانشئ. هو! الله لا له مخه ستاسې په اړه دغسې ويلي وو.)) نو ژر به ووايي: (( (نه) بلكې كينه راسره كوئ.)) (داسې نه ده)؛ بلکې (دوى) بې له ډېرو لږو، په ژوره توګه نه پوهېدل.
س_د خداى د بندګانو په هکله غلو کول:
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ وَلاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ انتَهُواْ خَيْرًا لَّكُمْ إِنَّمَا اللّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَات وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلًا (نساء/۱۷۱) = ((كتابيانو! په خپل دين كې مبالغه (او افراط) مه کوئ او د الله په باب بې له حقه بل څه مه وايئ. مسيح عيسى د مريمې زوى؛ يوازې د الله استازی او د ده (مخلوق او) كلمه وه، چې مريمې ته يې وروغورځوله او د ده يو روح و؛ نو ځكه پر الله او استازیو يې ايمان راوړئ او مه وايئ، چې (( (خداى) درې ګونى دى.)) (له دې خبرې) منع شئ، چې درته غوره ده. الله؛ يوازې ايكي یو معبود (اله) دى، هغه له دې پاك دى، چې کوم زوی یې وي (؛ بلكې) په اسمانونو او ځمكه كې ټول څيزونه د ده دي او تدبيراو پالنې ته يې يوازې الله كافي دى.))
دا ټولې هغه ګروهیزې بدۍ دي،چې په قرآن کې راغلي او ورته ځواب هم ورکړل شوى دى .که د انعام د سورت آيتونو ته ځير شو؛نو په خوړو کې هم ان خرافاتي چلونو ته ګوته نيول شوې ده. د ساري په توګه: ځينو کسانو به د پسه د غوښې ځينې برخې حلالې او ځينې نورې يې حرامې ګڼلې او يا هم ځينې برخې يې ښځو ته او ځينې نورې يې سړو ته ځانګړې ګڼلې:
وَقَالُواْ مَا فِي بُطُونِ هَذِهِ الأَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِّذُكُورِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلَى أَزْوَاجِنَا وَإِن يَكُن مَّيْتَةً فَهُمْ فِيهِ شُرَكَاء سَيَجْزِيهِمْ وَصْفَهُمْ إِنَّهُ حِكِيمٌ عَلِيمٌ (انعام/۱۳۹) = او (مشرکانو) وويل : (( څه (بچي) چې ددې څارويو په ګېدو كې دي، دا په ځانګړي ډول زموږ د نارينه وو دي او پر ښځو مو حرام دي؛ خو كه مړ وي [= مړ وزېږي]؛ نو ټول ( يې په خوړو) كې شريك يو.)) خداى به ډېر ژر ددې خبرو (او د دروغو د احكامو) سزا وركړي؛ ځكه هغه پوه حكيم دى.
قرآن څو څو ځله ويلي:
قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلاَلًا قُلْ آللّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللّهِ تَفْتَرُونَ (یونس/۵۹) = ووايه : ((غور وكړئ ،كومه روزي،چې الله دركوزه كړې، (ولې) څه ترې حرامه او څه حلالوئ ؟!)) ووايه : ((ايا الله اجازه دركړې،که پر الله دروغ ورتړئ (او له ځانه حلال او حرام كوئ؟!) .))
که څه زموږ په وخت کې نوې نوې شبهې رامنځ ته شوي،چې هڅوبیز – فرهنګي چارواکي او د دين علماء يې بايد ځواب کړي. ټول زده کړه وال – لیکلوستي بايد د يو اسلامپوه د تېليفون نمره ولري. کاشکې چې هر کال مهمې پوښتنې او ځوابونه يې چاپ او ځوان کهول ته ورکول کېداى. يو ډاکتر د خجالت له مخې نشي ويلاى،چې د ناروغۍ پر نومېرنه – تشخيص پوه نشوم او پخپل سر نسخه ليکي او د ناروغ له ژوند سره لوبې کوي. ښوونکى او مولا شرمېږي،چې ووايي: پر پلانکۍ موضوع نه پوهېږم او د سم ځواب پر ځاى بل څه وايي او خلکو ته کږه لار ښيي. خلک له خجالت او شرمه ټول عمر پرکږه لار روان وي او د فرايضو او لازمو څيزونو زده کړې ته هلې ځل نه کوي. ځوانان د خجالت او شرم له کبله له خپل مور و پلار سره د واده په هکله نېغ په نېغه خبرى نشي کولاى او ځان پر ډول ډول بديو ککړوي.ځينې نالوستي،چې عمرونه يې ډېر وي؛نو د شرم له کبله د زده کړې ټولګيوته نه ځي، خلک د شرم له کبله پر ناحقه ګواهي ورکوي. بېځايه شرم د انسان لاسونه تړي او پر ډېرو بدمرغيو يې اخته کوي؛نو موروپلار او ښوونکيو ته پکار دي،چې نوى کهول له بېځايه شرمه وژغوري؛ځکه شرم د هر ډول فساد او بدۍ سرچينه ګرځېدلاى شي. د ځينو ګناهونو جرړه بېځايه شرم او واجبانو ته شاکول دي.په يوحديث کې راغلي:(( حياء دوه ډوله ده، يوه حياء له عقله او بله له سادګۍ او حماقته سرچينه اخلي.[1]))
داستان: په يوه جومات کې مې په يو مخورعالم پسې نمونځ کاوه . د حمد سورت په نيمه يي کې امام سلام واړو او خلکو ته يې وويل چې: او دس ورنه هېر شوى دى. خلکو بيا ځانته نمونځونه وکړل. که دا امام لږ شان شرمندويه سړى واى او بې اوداسه يې نمونځ کړى واى؛نو پر ستره بدۍ به ککړشوى واى.
نورې بېلګې:
په يوه ډله کې ناست يو، ناڅاپه مو پام کېږي چې نمونځ مو نه دى کړى. که زړورتيا را کې وي؛نو سملاسي بايد پاڅو او نمونځ وکړو او که نه نمونځ به مو قضا شي او پر ستره بدۍ به ککړشو. که څوک مو وپوښتي او په ځواب يې نه پوهېږو؛نو د نه پوهېږم له ويلو به خجالت وباسو او غلط ځواب به ورکړو. ځينې کسان شته چې د يوې پوښتنې کولو زړورتيا هم نه لري او ټول عمر يې پرکږو لارو تېرېږي. ډېرې پېغلې او زلمي د ژوند په لومړيو پړاوونو کې ځينو ځانګړو معلوماتو تا اړتيا لري؛خو له پوښتلو يې شرمېږي او همدا شرم د ډېرو بديو سرچينه ګرځي. کله ناکله په ورځپاڼو کې پر اسلام او يا کوم سړي ناروا تور لګول کېږي او څوک يې د غندلو زړورتيا نه لري. د حياء او شرم په هچې کله د ډېرو بديو سرچينه ګرځي. دا څوبېلګې وې،چې وويل شوې .
مثبته حياء:
البته حيا او شرم په ټولو ځايونو کې د ګناهونو سرچينه نه وي. په ځينو ځايونو کې انسان د حياء له کبله ناوړه کار نه تر سره کوي؛نو دا يوه مثبته حيا ده او له عقله سرچينه اخلي. په يو حديث کې راغلي: (( حياء د ټولو ښو کونجي ده؛نو موخه يې همدا حياء ده. حياء انسان له ناوړه کاره ژغوري.)) حياء چې څومره ډېره وي؛نو عفت به هم ډېروي .که حياء نه وي ؛نو دين به هم نه وي .
په پورتنيو حديثونو کې له حياء موخه مثبته حيا ده .
حياناک انسان خپل عيب له نورو پټوي او پر ګناه منښته – اقرار نه کوي. په هر حال حياء ټولنېزه او اروايي موضوع ده او ډېره څېړنه غواړي .يو چا رانه وپوښتل: زه پر شرم اخته يم،درمل يې څه دي ؟ ومې ويل : غوره درملنه يې تمرين دى. د ساري په توګه: که څوک د خلکو په مخ کې د شرم له کبله خبرې نشي کولاى؛نو په کور کې دې اذانونه کوي،شرم به يې له منځه ولاړ شي. حضرت علي (ک) وايي: (( له هرکاره چې وېريږئ ورته ودانګئ.[2] ))
دلته لازمه ده،پر دې ټکي ټينګار وکړم، چې کوم ماشوم چې غواړي د وجود اظهار یا خپل ځان نورو ته وښيي؛مور و پلار او د ښوونځيو ښوونکو ته پکاردي،چې اجازه ورکړي او ويې نه رټي،که کار يې نيمګړى هم وي؛نو بايد وهڅول شي او روحيه يې ماته نشي؛دا ځکه چې د ماشومتوب په پړاو کې يې رټل او غندل د ډېرو شرمونو سرچينه ګرځي او همداراز په دې پړاو کې يې هڅونه د ډېرو زړورتياوو لامل هم ګرځي.
وېره اروايي ستونزه ده او د ډېرو بديو سرچينه هم ګرځي. دروغ،له جنګه تېښته،سرغړونې،ناروا مخونې او ناحقه ګواهي ورکول له وېرې سرچينه اخلي. وېره هغه حالت دى،چې امام زين العابدين به ترې د روژې په سهار کې له خدايه پناه غوښتنه. حضرت علي په نهج البلاغه کې ډارن په کلکو ټکيو يادوي: ((بې روحه مړيو! څېره مو د سړيو په شان ده؛ خو سړي نه ياستئ. [3]))(( له ډارنو سره سلامشوره مه کوئ.[4] )) (١١٨)((له ښځو سره سلامشوره مه کوئ؛ځکه چې هغوى انسان زړه نازړه کوي.[5] )) پاتې دې نشي چې د حضرت علي په دې وينا کې سړي هم راځي؛يعنې څوک چې تا له زړورتيا او پرېکندتوبه ژغوري او تا ته د وېرې او شک روحيه درکوي؛نو بايد ورسره سلامشوره ونشي.حضرت علي په يو بل ځاى کې وايي:((که يوه ښځه د عقل او کمال خاونده وه؛نو ورسره سلامشوره وکړئ. ))
په هر حال ديني غېرت او د روحيې درلودل پر نېکيو د امر او له بديو د منع لپاره لومړى شرط دى .
خاطره: يو چا راته وويل:له يوه موټروانه مې وغوښتل،چې لمانځه ته ودرېږي؛ خو غوږ يې پرې و نه ګراوه.ايا بيا هم زه ګرم يم ؟ ومې ويل: هو؛ځکه غوښتنه ګټه نه لري،داسې چغې بايد ووهې؛لکه د پيسو بټوه او يا ماشوم دې چې له موټره غورځېدلاى وي.
په ټولو ځايونو کې غوښتنه اغېز نه لري او چغې،تعصب، زړورتيا او د زړه سواندى روحيې ته اړتيا ده.په قرآن کې په جګړه کې د مومنانو د روحيې د پياوړتيا لپاره ډېر آيتونه راغلي دي.
هڅوبیز- فرهنګي منکرات يا بدۍ
هڅوبیزې بدۍ هم يو ډول ګروهیزې بدۍ دي.د قلم ،وينا ، هنر ، فلم ، تبليغاتو،اواز،وسوسو،د ګناه د ناستو جوړول او د هغه ودانيو جوړول،چې مذهبي مرکزونه تتوي؛نو هڅوبیز بدۍ له دې لارو کيږي. په شام کې يې ((اموي جومات)) جوړ کړ،چې په مدينه کې د ((نبوي جومات)) ځلا تر اغېزې لاندې راولي. يا د زده کړو مرکز يې بغداد ته راووړ،چې د امام صادق پر وړاندې يو ډول سيالي وي.نن سبا د کمپيوټر او سټلايت له لارې ډېر څه خپرېږي .
که په قرآن کې د ( ود) کلمې ته ځيرشئ؛نو پوه شئ چې دښمن په څه پسې په لټه کې دى.تر ټولو غوره هيله يې داده،چې مسلمانان له خپلو ګروهو او دينې ارزښتونو لاس واخلي:
وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّن بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ فَاعْفُواْ وَاصْفَحُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (بقره/۱۰۹) = ((ډېر كتابيان د كينې له لامله،چې په وجود كې يې ريښې ځغلولي، غواړي تر خپل ايمان او اسلام روسته مو د كفر حالت ته وګرځوي؛ كه څه حق په بشپړ ډول ورڅرګند شوى؛ نو و يې بښئ او ترې تېر شئ، چې الله خپله پرېکړه (د جهاد فرمان) درولېږي، بېشکه الله پر هر څه قادر دى.))
د هڅوبیز يرغل په هکله په قرآن کې ځينې بېلګې راغلي؛ لکه د يهودو مشرانو يوه دسيسه جوړه کړه؛ سهار يې پر پېغمبر اکرم ايمان راووړ او مازديګر بېرته يهوديت ته واوختل :
وَقَالَت طَّآئِفَةٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آمِنُواْ بِالَّذِيَ أُنزِلَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُواْ آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ (آل عمران/۷۲) = له كتابيانو يوې ډلې (له يهودو) ويل: (( [ولاړ شئ او په ظاهره] څه چې پر مؤمنانو [مسلمانانو] نازل شوي، سهار ايمان پرې راوړئ او د ورځې په پاى كې پرې كافر شئ چې (له خپل دينه) راوګرځي (؛ځكه دوى تاسې كتابوال بولي، چې له اسماني زېرمو خبر ياست او دا دسيسه یې ټکني کولو ته بسیا ده)
هغوى له دې چله دوه موخې لري : لومړى دا چې يو يهودي هم مسلمان نشي او له ځان سره ووايي: که اسلام بشپړ دين واى؛نو کومو علماوو،چې سهار اسلام ومانه؛نو مازديګر کې به ترې بېرته نه راګرځېدل،دويم داچې د مسلمانانو په زړونو کې شک واچوي،که اسلام بشپړ دين وي؛نو د يهودو عالمان يې بايد له ځان سره ساتلي واى. خداى دا دسيسه شنډه کړه او پېغمبراکرم(ص) ته يې وويل: نورو مسلمانانو ته ووايه،چې نن تر غرمې مخکې به ديهودو ځينې مخور مسلمانان شي او مازديګر به بېرته واوړي؛نو راتګ ته يې مه خوشحالېږئ او په بېرته تګ يې هم مه خپه کېږئ؛ځکه دا دسيسه ده .
سرچینه : امر بالمعروف و نهی عن المنکر
لیکوال : شیخ محسن قرآئتی
[1] بحار ٧١\ ٣٣١
[2] بحار٧١ \٣٦٢
[3] نهج البلاغ خطبه\
[4] نهج البلاغ خطبه \ ٢٧
[5] بحار١٠٣\٣٥٣
-
ټیګونه:
- اعتقادي بدۍ
- اعتقادي منکرات
- ب_له حقه سرغړاندي او لتاړل يې:
- بدي څه ته وايي
- بدي یا منکر څه ته وايي
- ت_پر خداى تور تړل:
- ټ_د آسماني کتابونو اړول:
- د بديو يا منکراتو لمن خورا پراخه ده
- د خداى په قانون کې اړونه:
- فرهنګي منکرات یا بدۍ
- ګروهیزې بدۍ
- هڅوبیز- فرهنګي منکرات يا بدۍ
- هر کار چې عقل او دين يې بد وګڼي ورته منکر ويل کېږي