بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه برکتي روایت د اخلاقو علم انساني فضايل او کرامتونه رازده کوي او دا ډېر دي لکه: تواضع، عاجزي، د سرغړاندو او کبرجنو پر وړاندې کبر، مېړانه، ايثار، سرښندنه، کرم، سخاوت، حيا، عفت، زغم، د مظلوم لاسنيوی، کمزوري ته ډاډيينه، له بېوزلو سره مرسته […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د اخلاقو علم انساني فضايل او کرامتونه رازده کوي او دا ډېر دي لکه: تواضع، عاجزي، د سرغړاندو او کبرجنو پر وړاندې کبر، مېړانه، ايثار، سرښندنه، کرم، سخاوت، حيا، عفت، زغم، د مظلوم لاسنيوی، کمزوري ته ډاډيينه، له بېوزلو سره مرسته او… پېغمبران عليهم السلام راغلي، چې خلکو ته انساني فضايل ورزده کړي او پېغمبر (ص) راغی چې د اخلاقي فضايلو خورا اوچت او عالي خلکو ته ور وښيي او دين يې همدا اخلاق او اداب دي.
پېغمبر (ص) راغی چې انسان د ظلم، ناپوهۍ، جهل، خرافاتو … له لومو څخه ازاد کړي او ور زده کړي چې انسان د الله تعالی مخلوق دی او نه ښايي چې مخلوق پر بل مخلوق زور زياتی وکړي، ښکېل يې کړي، ملنډې پرې ووهي او ظلم پرې وکړي.
پېغمبر (ص) ټول قومي، ژبني، خېلي، نژادي، سيمه ييز، ټبريز او… امتيازات له منځه يوړل، عزت او ګرانښت يې په تقوا درلودو او له خدايه په ډار پورې اړوند وګڼل، ويې ويل:” د چا ظلم مه زغمه؛ خو د مظلوم ملاتړ کوه، له بېوزلۍ سره مبارزه وکړه؛ خو د نېستمن لاسنيوی هم وکړه، له فقر سره جګړه وکړه؛ خو د فقير مرسته وکړه، د چا زړه مه رنځوه، خو رنځېدلی خوشحال کړه” او دا ټول د حسين شعارونه وو، که په مدينه کې و، که په مکه کې، که په کربلا کې و او ان تر ننه.
يوه ورځ امام حسين د يو باغ له څنګه تېرېده، تور مريی يې وليد، چې تر ونې لاندې ناست دی، يوه ټيکله روټۍ ورسره ده، يوه مړۍ په خپله خوري او بله سپي ته ورکوي. امام ورته وويل: هر ورځ څو ټيکلي ډوډۍ ورکوي؟ ويې ويل: يو ټيکلی، ويې ويل: ولې يې سپي ته ورکوي؟
ويې ويل: د رسول الله (ص) زويه، له پېغمبر راته ويل شوې: څوک چې کوم زړه ښاد کړي، خدای يې زړه ښادوي، زه غمجن يم، زړه مې خپه دی، غواړم د دې سپي زړه ښاد کړم، چې ښايي خدای مې غمجن زړه ښاد کړي. امام وويل: غم دې څه دی؟
ويې ويل: د دې بڼ خاوند مې ارباب او يهودي دی، زه يې پېرل شوی مريی يم، کار مې د دې بڼ بڼوالي ده، زړه مې غواړي ازاد شم؛ خو وزله او چاره يې راسره نشته.
امام وويل: بيه دې څومره ده؟
ويې ويل: دوه سوه ديناره سره.
امام له مريی سره د يهودي کور ته ورغی چې ويې پېري د بڼ خاوند ترې وپوښتل څه ته راغلی يې، امام وويل: د دې مريي پېرلو ته.
سړي وويل: مری درځار، در ومې باښه او دا بڼ دې هم ستا وي. حسين وويل: دا دوه سوه ديناره دې ستا وي، سړي ومنله او بېرته يې حسين ته ورکړل، حسين مری ازاد کړی، باغ او پيسې يې هم ورکړې.
وايي: د سړي مېرمن د وره شاته وه، د دې ځوانمردۍ او مېړانې په پار يې خپله مهر خپل مېړه ته وباښه او مسلمانه شوه، سړي هم خپل کور خپلې مېرمنې ته وروباښه او اسلام يې راووړ.
وايي؛ حسين وويل: څه برکتي روايت؟ يو زړه ښاد شو، يو مری ازاد شو، يو اړمن مړه خوا شو، مېرمن او مېړه مسلمانان شول او مېرمن د کور خاونده شوه.
-
ټیګونه:
- امام حسین او اخلاق
- اندیال
- ايثار
- برکتي روایت
- تواضع
- ټبريز
- حيا
- خو رنځېدلی خوشحال کړه
- خېلي
- د اخلاقو علم
- د امام حسین اخلاق
- د امام حسین تواضع
- د چا زړه مه رنځوه
- د چا ظلم مه زغمه؛ خو د مظلوم ملاتړ کوه
- د سرغړاندو او کبرجنو پر وړاندې کبر
- د مظلوم لاسنيوی
- زغم
- ژبني
- سخاوت
- سرښندنه
- سيمه ييز
- عاجزي
- عفت
- قومي
- کرم
- کمزوري ته ډاډيينه
- له بېوزلو سره مرسته
- له بېوزلۍ سره مبارزه وکړه؛ خو د نېستمن لاسنيوی هم وکړه
- له فقر سره جګړه وکړه؛ خو د فقير مرسته وکړه
- مېړانه
- نژادي