امام مهدي بل امام، امام مهدي دى چې ددرست جهـــــان هادى دى[1] امامان يې داولاد واړه برحق دي ترمهدي پورې دواړو خدمتګاريم[2] امام مهدي (چې امام زمان او صاحب الزمان هم ورته وايي) د يوولسم امام حسن عسکري زوى دى ،چې نوم يې د پېغمبراکرم نوم دى او پر ٢٥٦ يا ٢٥٥ س […]
بل امام، امام مهدي دى
چې ددرست جهـــــان هادى دى[1]
امامان يې داولاد واړه برحق دي
ترمهدي پورې دواړو خدمتګاريم[2]
امام مهدي (چې امام زمان او صاحب الزمان هم ورته وايي) د يوولسم امام حسن عسکري زوى دى ،چې نوم يې د پېغمبراکرم نوم دى او پر ٢٥٦ يا ٢٥٥ س په سامرا کې زېږېدلى او تر ٢٦٠س کال د پلار تر روزنې لاندې و؛خو له خلکو پټ و او يو شمېر ځانګړيو لارويانو ورسره ليدل.چې تر يوولسم امام وروسته امامت ته ورسېد؛نو د خداى په امر غايب شو او بې له خپل ځانګړي نواب بل چاته نه ښکارېده؛خو په ځينو استثنا يي مواردو کې[3].
ځانګړى نواب
عثمان بن سعيد عمرى،چې د امام مهدي د پلار او نيکه له ډاډمنو یارانو څخه و،خپل ځانګړى نواب کړ او له دې لارې يې د خپلو لارويانو پوښتنې ځوابولې.بيا يې زوى محمد بن عثمان د امام مهدى د نايب په توګه منصوب شو،د ده تر مړينې وروسته ابوالقاسم حسين بن روح نوبختى،ځانګړى نايب شو،چې دده تر وفات وروسته علي بن محمد سيمرى د امام له لوري ځانګړى نواب و.
نصربن علي جهفمي د اهلسنتو د عالمانو د روايتونو له مخې ددې څلورو وکيلانو (نوابانو) نومونه او ژوند ليک راټول کړى او جوته کړې يې ده،چى همدوى د امام مهدي وکيلان وو.
د علي بن محمد سيمري ( ٣٢٩ س) مړينې ته څو ورځې پاتې وې،چې د امام له اړخ ابلا غ ورته وشو،چې شپږ ورځې وروسته به مرې او تر ده وروسته به د ځانګړي نيابت وروتړل شي او ((غيبت کبرى)) به پيل شي[4] اود دې فرمان له مخې د امام زمان غيبت په دوو برخو وېشل کېږي.
لومړى “غيبت صغرى”: دا موده اويا کاله وه،چې له ٢٦٠ س څخه تر ٣٢٩ س پورې اوږده وه.
دويم “غيبت کبرى” : له ٣٢٩ س څخه پيل او د خداى تر امره روان دی .په متفق عليه حديث شريف کې له رسول اکرم(ص) نه روايت دى ،چې :(( که د نړۍ يوه ورځ هم پاتې وي ،خداى پاک به هغه ورځ دومره اوږده کړي،چې زما له زامنو ځنې به مهدي راښکاره شي، نړۍ به له عدل او انصافه ډکه کړي؛ لکه ،چې له تېري او ځورېدنې تر خولې ته راغلې وه)).
عبدالله بن مسعود قال ،قال النبى صلى الله عليه و اله لولم يبق من الدنيا الايوم واحد لطول اله ذلک اليوم حتى يبعث فيه رجلا من امتى ومن اهل بيتى يواطى اسمه اسمې يملا الارضقسطا وعدلاکما ملئت جورا وظلماً )) فصول المهمه ٢٧١مخ .
دامام مهدي عليه السلام په باب ټول اسلامي مذاهب يوه خوله دي؛خو ځينې عالمان وايي ،چې لا تر اوسه نه دى زېږېدلى. د اهل بيتو د لارويانو پرعالمانو سربېره د اهلسنتو عالمان یې هم په زوکړه منښتي دي،چې په دې باب د ابن ضعيف “الامام المهدي عند اهل السنة” کتاب ته مراجعه وکړي او په پارسي کې د مهدي فقيه ايماني د “اصالت مهدويت در اسلام از ديدګاه اهل تسنن ٧٩-٩٨ مخونه ” کتاب ولولئ،چې موږ له دې کتابه د بېلګې په توګه د څو نومونه رااخلو:
- ارواښاد محدث شاه ولي الله، احمد بن عبدالرحيم فاروقي دهلوي حنفي ( ١١١٠ – ١١٧٦ ) په “الفضل المبين “کې له امام مهدى سره د بلاذري (ابوجعفر احمد بن يحى بن جابر بغدادى ٢٧٩ هه – مړ) کتنه راخستې ده. همداراز “الانتباه فى سلاسل اولياالله” کې يې په دې باب له جامي نه اوږده شرح راخستى دى .
- ابوالمجد،عبدالحق بن سيف الدين دهلوى بخاري حنفي( ٩٥٩ – ١٠٥٢ ) ، مناقب ائمه .
- ميرزا محمد خان بن رستم بدخشى(١١٢٢)،مفتاح النجافى مناقب آل العبا، ١٨١ مخ .
- مشهور تاريخپوه ،عبدالحى بن احمد په ابن عماد دمشقي حنبلي مشهور(١٠٣٢- ١٠٨٩) ، شذرات الذهب،١٤٢مخ،د٢٦٠ کال د پېښو په ترڅ کې .
- محدث،سليمان بن ابراهيم قندوزي حنفي په خواجه کلان مشهور(١٢٢٠ – ١٢٩٤ ) ،ينابيع المودة د٥٦- او٧٩ بابونو وروستۍ برخه.
- شيخ عبيدالله امر تسرى حنفي ،اوسنى عالم، په اردو ژبه “ارجح المطالب فى عد مناقب اسد الله الغالب اميرالمومنين على بن ابيطالب”.
- سيد مؤمن بن حسن بن مؤمن شبلنجي مصري (١٢٥٢- ١٣٠٨ وروسته ) ،نورالابصار،١٥٠مخ .
- مولوى محمد مبين هندى لکهنوي(١٢٢٠) په وسيلة الجاة، ٣١٦ مخ، د ګلشن فيض چاپ .
- مولوي على اکبر بن اسد الله مودودي(١٢١٠) د هند له مشهورو عالمانو ،مکاشفات (٧/٣٢٧)،چې د جامي پر (نفحات الانس) حواشى ده.
- مشهورعارف ،عبدالرحمن چشتى بن عبدالرسول بن قاسم بن عباس علوي صوفي (١٠٤٥ وروسته) په مراة الاسرار کتاب کې،چې په پارسي ژبه دى او شاولى الله دهلوي(رح)هم له هغه راخستى دى.
- امام ربانى،احمد بن عبدالاحد فاروقي سرهندي نقشبندي حنفي(٩٧١ – ١٠٣١ ) ، مکتوبات درېيم ټوک وروستى مکتوب.
- مشهورمحدث،ملاعلى بن سلطان هروی قاري ( ١٠١٤)، “المرقاة فى شرح المشکاة”
- شهاب الدين،شيخ الاسلام احمد بن حجر هيثمي شافعي ( ٩٠٩-٩٧٤)،الصواعق المحرقه ١٠٠ – او ١٢٤ مخونه د مصر چاپ ١٣١٣.
- مشهور تاريخپوه ،قاضي حسين بن محمد ديار بکري ( ٩٦٦) په تاريخ الخميس ٢/٣٤٣کې د ٢٦٠کال د پېښو په ترڅ کې.
- شمس الدين محمد بن طولون دمشقي حنفي ( ٩٥٣)،الائمة اثنى عشر١١٧مخ .
- مشهور فيلسوف،جلال الدين محمد بن اسعد صديقي دواني شافعي (٩٠٧ يا ٩١٨ يا٩٢٨) په “نورالهداية فى اثبات لولاية” کې.
- ملاحسين بن علي کاشفي بيهقي سبزاوری هروى(٩١٠)،”روضة الشهدا” اتم فصل،دهلي چاپ .
- نورالدين،عبدالرحمن بن احمد بن قوام الدين دشتي جامي حنفي هروي شاعر (٨٩٨) د ” شرح کافيه” مؤلف ،په شواهد النبوه،٢٤مخ کې.
- شيخ عبدالرحمن بـسطامي (٨٥٨) په “درة المعارف” کې .
- ابن صباغ،نورالدين،علي بن محمد مالکي ( ٧٣٤/٨٥٥)،الفصول المهمه فى معرفة الائمه، ٢٧٤مخ .
- شهاب الدين بن شمس الدين بن عمر هندي،(٨٤٩) ،هداية السعداءفى مناقب السادات.
- مشهور تاريخپوه،احمد بن جلال الدين محمد فصيح خوافي( ٧٧- ٨٤٥) “مجمل فصيحي”١/٢٣١، د٢٥٥کال د پېښو په ترڅ کې .
- مشهور عارف او نامتو تاريخپوه محمد بن محمد بن محمود بخاري په خواجه پارسا حنفي نقشبندي مشهور(٨٢٢) فصل الخطاب کې .
- ابو وليد،محب الدين،محمد بن شحنه حلبی حنفي ( ٧٤٩- ٨١٥)،”روضة المناظر فى اخبار الاوائل والاواخر”،١/٢٩٤.
- سيد علي بن شهاب بن محمد همداني، هند مېشتی( ٧١٤- ٧٨٦ ) په ناصريه کتابتون کې يې اوس هم نسخه شته.
- مشهورتاريخپوه،شمس الدين محمد ذهبي (٦٧٣- ٧٤٨) ،چې په اصل کې ترکمن دى او بيا په دمشق کې وسېدلى. (الف): ” دول الاسلام “١/١٥٨د٢٦٠ کال په پېښوکې.
(ب) : “العبر فى خبر من غير” ٢/٢٠د ٢٦٠ کال په پېښوکې .
- مشهور مؤرخ ابوالفداً،عماد الدين اسمعيل بن علي ٢/٤٥، د ٢٥٤ س کال تر پېښو لاندې .
- شيخ الاسلام ابراهيم بن محمد بن مؤيد جويني حموئي شافعي( ٦٤٤س-٧٣٢س) ” فرائد السمطين” ٢/٣٣٧.
- جلال الدين بلخي رومي( ٦٧٢)، مثنوي تر “ای سرور مردان علي مستان سلامت مې کند” قصيدې لاندې .
- مشهور تاريخپوه علي بن حسين مسعودي ( ٣٤٦)، “مروج الذهب “٨/٤٠.
- جعفر بن محمد بن المعتزمستغفري سمرقندي (٤٣٢)، دلايل النبوه والمعجزات.
- اخطب خوارزم ،موفق بن احمد بن يوسف کاتب (٣٨٧)، مفاتيح العلوم، ٣٢ -٣٣ مخونه .
- مشهور نسبپوه،ابونصر،سهل بن عبدالله بخاري زيدي(٣٤١وروسته)، “سرالسلسه العلويه”
- ابوالعباس ،احمد بن ابراهيم بن علي کندي د ابن جرير طبري شاګرد،د حافظ ابو نعيم اصفهاني استاد،د مکې اوسېدونکې او د”مواليدالائمه” د کتاب راوي .
- ابن ابي ثلج ،ابوبکر،محمد بن احمد بن بغدادي (٢٣٨٠ ٣٢٢) ستر محدث او د “تاريخالائمه” مؤلف .
- ابوبکر محمد بن هارون روياني ( ٣٠٧ مړ) په خپل “مسند”کې ،چې خطي نسخه يې د سوريې په ظاهريه کتابتون کې شته.
- شيخ فريد الدين عطار،محمد بن ابراهيم نيشاپوري همداني(٦٢٧)،”مظهر الصفات”
- ابن اثيرجزري،عزالدين علي بن محمد شيباني موصلي (٥٥٥- ٦٣٠) ،الکامل في التاريخ تر ٢٦٠ کال لاندى .
- شيخ محي الدين بن علي په ابن عربي طالي اندلسي مشهور(٦٣٨) – فتوحات مکي؛خو د مصر په وروستيو چاپونو کې ترې دا مساله حذف شوې ده .
يادونه:د اهلسنتوعلماوو کرامو د امام مهدي په باب(١٥٢) کتابونه،رسالې او مقالې کښلې او همداراز تر اوسه،چې ( ٢٩) تنو په دروغو د مهدويت دعوى کړې د مهدي فقيه ايماني په کتاب کې ليکل شوي،او زما په اند، د دې کتاب لوستل د څېړنې لپاره يوه مهمه سريزه ده.
د امام مهدي د راښکاره کېدو په باب د رسول الله (ص) وړاندوينه
(ابن ماجه؛صحيح :ابواب جهاد،د ذکر ديلم باب) په خپل سند له حضرت ابي هريره روايتوي،چې د خداى رسول وويل : که د دنيا د ژوند يوه ورځ هم پاتې شي؛نو خداى به يې هومره اوږده کړي،چې زما له اهلبيتو يو سړى به د ديلم او قسطنطنيه (استامبول) د غرونو د لړۍ ترمنځ پر پرته سيمه واکمني وکړي .
(ابن ماجه؛صحيح :د فتن ابواب ،د مهدي د راښکاره کېدو باب) په خپل سند له حضرت علي (ک) روايتوي : رسول الله (ص) وويل :مهدي زموږ له اهلبيتو ځنې دى،خداى به يې په يوه شپه کې د راښکاره کېدوه سريزې چمتو کړي .
دا حديث (ابونعيم؛حلية :درېم ټوک،١٧٧ مخ) په دې زیاتونې راوړى،چې په يوه شپه کې –يا يې وويل،چې په دوو ورځو کې – امام احمد بن حنبل هم د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٨٤ مخ کې راوړى او سيوطي هم په درمنثور کې د محمد سورت په تفسير کې راوړى دى او ابي شيبه،احمد او ابن ماجه ته يې منسوب کړى دى .
(ابن ماجه؛صحيح :د فتن ابواب ،د مهدي د راښکاره کېدو باب) په خپل سند له عبدالله روايتوي :يوه ورځ له رسول الله (ص) سره وو،چې يوه ډله بني هاشم راغلل؛همدا چې آنحضرت دا ډله وليده،سترګې يې له اوښکو ډکې شوې،رنګ يې واوخوت، ورته مو وويل : ستاسې په څېره کې مو خپګان وليد ؟ و يې ويل : موږ هغه اهلبيت يو،چې خداى راته آخرت ته پر دنيا غوراوى راکړى دى،تر تګ وروسته به مې پر اهلبيتو خورا کړاوونه او ستونزې راشي،خلک به ورته شا کړي،تردې چې له ختيځه به له تورو بېرغونو سره يو قوم راشي او خير او صلاح به وړانديز کړي؛خو خلک به يې ورسره و نه مني؛نو د ناچارۍ له مخې به تورې ته لاس کړي او خداى به ددې قوم ملاتړ وي او خلک به يې ورسره د ناچارۍ له مخې ومني او هغه څه به هم ورکړي،چې ترې غوښتل شوي نه وي؛خو هغه قوم به يې ورسره نه مني؛تر دې،چې د چارو واګې زما له اهلبيتو ځنې يو سړي ته وسپاري او هغه به ځمکه له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له تېري او ظلمه ډکه شوې وه؛نو که هر چا هغه مهال وليد؛نو ور دې شي که څه هم څلوربولې پر واوره او یخ روان وي .
(ابي داود ؛صحيح :٢٧ ټوک) د المهدي په کتاب کې په خپل سند له ابي الطفيل روايتوي : که د هستۍ يوه ورځ هم پاتې شي؛نو خداى به پر هغه ورځ زما له اهلبيتو ځنې يو راښکاره کړي،چې ځمکه له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه.
(مستدرک الصحيحين :څلورم ټوک،٥٥٧ مخ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي : د خداى رسول (ص) وويل : قيامت به تر هغې نشي چې ځمکه له ظلم او دښمنۍ ډکه شي او هله به زما له اهلبيتو ځنې يو راووځي،چې ځمکه له عدل او دوستۍ ډکه کړي؛لکه څنګه چې له ظلم او دښمنۍ ډکه شوې وه . بيا وايي : دا حديث د مسلم او بخاري له نظره د سموالي ټول شرايط لري .
دا روايت ابو نعيم د حلية الاولياء د درېم ټوک په ١٠١ مخ کې په لږ اختلاف راوړى دى او همداراز احمد بن حنبل د خپل مسند د درېم ټوک په ٣٦ مخ کې او د حديث نورو ائمو هم رانقل کړى دى .
(مستدرک الصحيحين :څلورم ټوک،٥٥٨ مخ) په خپل له حضرت ابوسعيد خدري روايتوي : رسول الله (ص) وويل : ځمکه به له ظلم او دښمنۍ ډکه شي؛نو زما له عترته به يو سړى راووځي . او دا حديث د مسلم او بخاري له پلوه د سموالي ټول شرطونه لري .
(امام احمد بن حنبل؛مسند:لومړى ټوک،٩٩ مخ) په خپل سند له حضرت علي (ک) روايتوي : د خداى استازي وويل : که د دنيا يوه ورځ هم پاتې شي؛نو خداى به له موږ ځنې يو سړى راپاڅوي،چې دنيا له عدله ډکه شي؛لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه .
دا روايت سيوطي هم په درمنثور کې په محمد سورت کې راوړى دى او ابن ابي شيبه، احمد او ابوداود ته يې منسوب کړى دى .
(اسدالغابه:لومړى ټوک،٢٥٩ مخ) د رسول الله (ص) يو حديث راوړى دى،چې وايي : ډېر ژر به تر ما وروسته خلفاء او تر خلفاوو وروسته آمران او تر آمرانو وروسته پاچپان او جبابر واک ته ورسي او تر هغه وروسته به مې له اهلبيتو ځنې يو سړى راووځي،چې ځمکه له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه .
اسدالغابه دا روايت د پينځم ټوک په ١٥٥ مخ کې هم راوړى دى، په دې توپير،چې وايي : تر ملوکو وروسته به جبابره راځي .
همداراز دا روايت (ابن عبدالبر؛استيعاب:لومړى ټوک،١٨٥ مخ)، (ابن حجر؛اصابه : اووم ټوک،٣٠ مخ)، (متقي؛کنزالعمال :اووم ټوک،١٨٦ مخ)، (ابن حجر؛صواعق :٩٨ مخ) او د وينا له مخې یې روياني او طبراني او همداراز (کنزالعمال :اووم ټوک،٢٦٣ مخ) ،(کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٤ مخ) د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي،چې په وروستي کې يې حضرت رسول اکرم عوف ته وايي : عوفه ! څنګه به يې پر هغه مهال،چې امت مې پر درې اوياوو ډلو و ايشل شي او يوازې يوه ډله يې جنتي وي او نور ټول به په دوزخ کې وي – تر دې چې وايي – نو توره او هېښنده فتنه به راولاړه شي او تر هغې وروسته به فتنه په فتنې پسې راځي،تردې چې له اهلبيتو مې يو سړى راښکاره شي،چې ورته مهدي وايي،که و دې ليد؛نو لاروي ترې وکړه،چې له لار موندليو ځنې شې .
(حلية الاولياء :درېم ټوک،١٨٤ مخ) ، (ذخائر العقبى :٤٤ مخ) او همدارزا سيوطي په درمنثور کې په محمد سورت کې او د وينا له مخې یې ترمذي،نعيم بن حماد او همداراز صحيح ابوداود (٢٧ ټوک،١٣٤ مخ) د امام مهدي په باب روايتونه راوړي،چې وروستى يې دادى،چې ام المؤمنين ام سلمه وايي : د خداى له استازي مې واورېدل :مهدي زما له عترته او د فاطمې له زامنو ځنې دى .
دا روايت ابن ماجه د خپل صحيح د ابواب فتن د مهدي د راوتو په باب کې او همدارز (حاکم؛مستدرک :څلورم ټوک،٥٥٧ مخ) کې هم راوړى او ويلي يې دي : دا مطلب حق دى او مهدي د فاطمې له زامنو ځنې دى . (ذهبي؛ميزان الاعتدال،دويم ټوک،٢٤ مخ) او همداراز سيوطي په درمنثور کې د محمد سورت په تفسير کې راوړى دى او ابي داود،ابن ماجه،طبراني او حاکم ته يې منسوب کړى دى .
(کنزالعمال :اووم ټوک،٢٦١ مخ او همداراز؛ شپږم ټوک:٢١٨ مخ) او همداراز؛ اووم ټوک،٢٥٩ مخ ) او ذخائر العقبى د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي،چې په وروستي کې يې له حضرت حذيفه روايتوي،چې رسول الله (ص) وويل : که د دنيا عمر يوه ورځ هم پاتې شي؛نو خداى به دا ورځ هدومره اوږده کړي،چې زما له زامنو ځنې يو،چې نوم يې مهدي دى راښکاره شي .سلمان وپوښتل : رسول الله ! له کومو زامنو؟ د خداى استازي پر حسين لاس کېښود،و يې ويل : له دې زويه مې .
(کنوز الحقايق :١٥٣،١٥٢ مخونه) او (ذخائر العقبى :١٣٦ مخ) د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي ،چې وروستى يې دادى،علي بن هلالي له پلاره راوايتوي: رسول الله رنځور و،چې ورغلم او په دې رنځ يې رحلت هم وکړ،و مې ليدل،چې فاطمه يې سر ته ناسته،ژاړي، او غږ يې راپورته شو،د خداى استازي ورته وليدل او ويې ويل : فاطمې ! پر هغه خداى،چې زه يې په حقه مبعوث کړى يم،ددې امت مهدي ستا له حسينه دى او هغه مهال به راښکاره شي،چې دنيا به له ګډوډۍ ډکه شوې وي،فتنې به راولاړې شوې وي،له هر لوري به د خلاصون لارې بندې شوې وي،خلک به يو بل لوټي؛نه به پر کشرانو لورنه کېږي او نه به د مشرانو درناوى؛نو دا مهال به خداى يو څوک مبعوث کړي،چې د ضلالت ټولې کلاګانې سوبه کړي او تړلي زړونه پرانځي او په اخره زمانه کې به د اسلام په دين پاڅون وکړي؛لکه څنګه چې ما په لومړۍ زمانه کې په اسلام پاڅون وکړ او ځمکه به له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه .
(صحيح ترمذي :دويم ټوک:٣٦ مخ)، (صحيح ابي داود:٢٧ ټوک،١٣٦ مخ)، (امام احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،١٧مخ)، (هيثمي؛مجمع الزوائد :اووم ټوک،٣١٥،٣١٧مخونه) ،(مستدرک الصحيحين :څلورم ټوک،٥٥٤ او ٥٥٧ مخونه)، (ابن ماجه؛صحيح : ابواب فتن، د مهدي د راښکاره کېدو باب) ، (امام احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،٢٨ مخ)، (مستدرک الصحيحين:څلورم ټوک،٤٦٥ مخ)، (احمد بن حنبل؛مسند:درېم ټوک،٣٧ مخ)، ( کنزالعمال :اووم ټوک،١٨٩ مخ) ، (هيثمي؛مجمع الزوائد :اووم ټوک،٣١٦ مخ) ، (صواعق محرقه :٩٨ مخ)، (کنزالعمال :اووم ټوک،٢٦١ مخ) ، (صحيح مسلم : د فتن کتاب ، د “لاتقوم الساعة حتى يمر الرجل” باب) ، (سيوطي؛درمنثور :محمد سورت) ، (امام احمد؛مسند :درېم ټوک،٩٨،٣١٧ مخونه) ، (مستدرک الصحيحين :څلورم ټوک،٤٦٣،٥٠٢،٥٠٣،٥١٤ مخونه) ، (ابن سعد؛طبقات : درېم ټوک،٤ مخ) ، ( کنزالعمال :اووم ټوک،٢٦٠،٢٦١ مخونه) ، (ثعلبي؛قصص الانبياء :٥٥٤ مخ) ، (هيثمي؛مجمع : اووم ټوک ،٣١٤مخ)، (صواعق محرقه :٩٨ مخ) او (کنوزالحقايق :١٥٢) د امام مهدي د ژوند او مړينې په باب روايتونه راوړي،چې د ثعلبي د قصص الانبياء په روايت یې بسیا کوو،چې له حضرت ابن عباس څخه روايتوي : د خداى استازي (ص) وويل : څنګه به شونې وي،چې د محمد امت هلاک شي،حال داچې زه د بنسټ په پيل کې وم،عيسى يې په پاى کې او مهدي يې په منځ کې دی .
خوشال بابا وايي :
له اوله ترآخـــــــره که ګروهېږي
د بتول اولاد مې واړه نور بصردي [5]
پر امام مهدي عليه السلام ټول مسلمانان ګروهن دي
چې په دې اړه ديني سرچينو ته مراجعه کوو او څه پوښتنې ګروېګنې چې وي، ځان پرې پوهوو:
مهدي د حضرت پېغمبر همنومى دى
په سنن ترمذى،سنن ابوداوود او نورو کتابونو کې له رسول اکرم(ص) روايت کوي،چې يې ويلي دي: ((نړۍ به تر هغې پاى ته ونه رسي،چې له اهل بيتو مې يو همنامى سړى د عربو واکمن شي))
مهدي له اهل بيتو ځنې دى
د حاکم نيشابوري په مستدرک،د امام احمد حنبل په مسند او په نورو کتابونو کې له حضرت ((ابوسعيدخدري)) رضي الله عنه روايت شوى، چې رسول اکرم(ص)وويل:
((قيامت تر هغې نه راځي،چې ځمکه له تېري او دښمنۍ تر خولې نه وي ډکه شوې؛بيا له اهل بيتو مې يو وګړى راپاڅي او له عدله يې داسې ډکوي؛لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې وه.))
د ابن ماجه په سننو کې[ابواب جهاد]له حضرت ((ابوهريره)) رضي الله عنه روايت شوى،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((که له نړۍ يوازې يوه ورځ پاتې نه وي،خداى تعالى هغه ورځ اوږدوي،چې له اهل بيتو مې يو سړى واکمنى ته ورسي او د ديلم او قسطنطيه د لوړو واکمن شي))
همدا راز د همدې کتاب په ((ابواب فتن))[باب خروج مهدي]او د امام احمد حنبل په مسند او نورو کتابونو کې له امام علي(ک)روايتوي چې رسول اکرم وويل: ((مهدي زموږ له اهل بيتو دى او خداى يې په يوه شپه کې پاڅون ته چمتو کوي)).
د حاکم په مستدرک کې له حضرت ((ابوسعيدخدري)) رضى الله عنه روايت شوي،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زموږ له اهل بيتو دى؛ پوزه يې اوږده راښکلې اوږد مخ او نوراني تندى لري،چې ځمکه له عدله ډکوي، چې له ظلم او تېري ډکه شوې وه))
خوشال بابا وايي :
امامان يې د اولاد واړه برحق دي
ترمهدي پورې د واړو خدمتګاريم [6]
مهدي د فاطمې(س) له ځوځاته دى
د ابو داوود په سننو کې له حضرت ((ام سلمى)) بي بي روايت دى،چې وامې ورېدل،رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زما له کورنۍ او د فاطمې له اولادې ځنې دى))
او په کنزالعمال (لومړى چاپ٧/٢٦١)کې له حضرت علي(ک)روايت شوى،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زموږ له سړيو دى؛ د فاطمې له اولادې))
مهدي د حسين (رض) له اولادې دى
په ذخائرالعقبى(١٣٦مخ)کې له حضرت ((ابوايوب انصاري))رضي الله عنه روايت کوي،چې رسول اکرم وويل: ((د دې امت مهدي به له دې دواړو؛يعنې حسن و حسين له ځوځاته وي))
او همدا راز په ذخايرالعقبى کې له حضرت ((حذيفه)) روايت شوى، چې پېغمبراکرم وويل: ((که له نړۍ يوازې يوه ورځ پاتې نه وي،هغه ورځ به اوږده شي،چې له اولادې مې (يو) همنامى راپاڅي))
حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه وويل: ((يا رسول الله!له کوم اولاد دې؟))
ورته يې وويل: ((له دې زوى مې))؛او پر حسين يې خپل لاس کېښود.
مهدي د امام حسن عسکري زوى دى
د اهل سنتو ځينې عالمان،امام مهدي د امام حسن عسکري زوى ګڼي چې يو شمېر يې دا دي.
١-علامه شيخ ابوبکر،احمدبن حسين بن علي بيهقي نيشاپوري شافعي فقيه(٤٥٨ل س مړ)په خپل کتاب(شُعَب الايمان) کې ليکي:
((خلکو د مهدي په اړه اړپيچ کړى او ټولو خوله نيولې او د هغه پوهه يې خپل عالم ته ورپرېښې او ګروهن دي،چې هغه د رسول اکرم(ص)د لور فاطمې له اولادې دى،چې خداى هر وخت وغواړي،پيدا کوي يې او د خپل دين مرستې ته يې رالېږي .
او يوه ډله وايې: موعود مهدي د٢٥٥ل س د شعبان پر پينځلسمه د جمعې پر ورځ زېږېدلى او هغه هماغه امام دى،چې په حجت قايم منتظر محمد بن حسن عسکري ملقب دى،چې په سامرا کې سرداب ته ورننووتى او د خلکو له ليده پټ شوى دى او خپل پاڅون ته سترګې پر لار دى.راښکاره کېږي او ځمکه له عدله ډکوي؛لکه چې له تيري او ځورونې ډکه شوې ده.د حضرت عيسى بن مريم،خِضر او حضرت نوح(عليهم السلام) په څېر اوږد عمرى او پېر يې غځېدلى دى)).
د حضرت مهدي د اوږد عمرۍ په اړه وايو،قرآن د حضرت نوح(ع)د عمر په باب وايي: ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ [7]= او په رښتيا موږ نوح یې قوم ته [په رسالت] ولېږه؛نوح یې په منځ کې نهه سوه او پنځوس كاله تېر کړل؛خو په پاى كې (د خپل ظلم له امله) توپان او نېز لاندې کړل،حال داچې دوى [مشرک] ظالمان ول . ))
له بېړۍ تر راکېوتو وروسته يې هم نور درې سوه او پنځوس کاله عمر وکړ؛ نو ځکه په ټول کې يې عمر ديارلس سوه کالو ته رسي.
حال داچې،همدا اوس د حضرت مهدي عمر تر١٢٠٠کالو لږ دى او د حضرت خضر عليه السلام عمر تر دې ډېر دى،پر شيعه و سربېره د اهل سنتو يو شمېر عالمان هم دغسې استدلال کوي.
٢-شيخ محي الدين ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد،په ابن حاتمي طايي اُندلسي شافعي مشهور(٦٣٨ل س مړ) چې د شام په ((صالِحيه)) کې يې زيارت دى،د خپل کتاب((فتوحات))په٣٣٦باب کې ليکي:
((پوه شئ،چې مهدي(ع) به په رښتيا راپاڅي؛خو پاڅون به يې هله وي، چې ځمکه له تېري او ځورونې تر پوزې راغلې وي او هغه به يې له قسط و عدله ډکه کړي،که د نړۍ له عمره يوازې يوه ورځ پاتې وي،خداى دا ورځ هومره اوږدوي،چې دا خليفه ولايت ته ورسي.هغه د رسول الله (ص) له ځوځاته دى،د فاطمې له اولاده،نيکه يې حسين بن ابيطالب دى، پلار يې ((حسن عسکري)) د امام علي نقي زوى،د امام محمد تقي زوى،د امام علي بن موسى الرضا زوى، د امام موسى کاظم وزى،د امام جعفرصادق زوى،د امام محمد باقر زوى،د امام زين العابدين زوى،د امام حسين زوى،د علي بن ابيطالب زوي(رضى الله عنهم)د رسول اکرم همنامى دى او مسلمانان به[په کعبه کې] د ((رکن)) او (د ابراهيم عليه السلام) د ((مقام)) ترمنځ بیعت ورسره کوي.
څېره يې رسول اکرم(ص)ته ورته ده او خُلق و خوى يې هغه ته نه دى؛ځکه په خويونو کې د رسول اکرم(ص)سيال نشته،چې خداى وايي:
((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ[8]= او په رښتيا،چې ته ستر خويونه لرې .))
تندى يې پراخ او پوزه يې لوړه ده،له کوفې يې ښه ډېر ياران دي.بيت المال مساوي ويشي او له خلکو سره په عدالت چلېږي؛لکه چې يو تن راځي او وايي: ((مهدي!پېرزو راباندې وکړه))او د مهدي په مخ کې له پرتې شتمنۍ يې،دومره جيبونه او څادر ډکوي،چې وړاى يې شي)) بيا يې په ځانګړنو او ځينو کړنو لګيا کېږي.
دا چارې ((ابن خبان)) په ((اسعاف الراغبين))کې د((نورالابصار))په لمنليک کې هم راوړي دي.
ويلي يې دي:د امام مهدي په ځانګړنو کې شيخ محي الدين دا شعر ويلى،چې په ((فتوحات))کې هم راغلى دى:
هغـــــه،همــــــاغه سيــــــد او د آل احــــــــمد مهـــدي دى
هغه،هماغه هنـدي توره ده،چـې[دښمنۍ]له منځه وړي
هغه،هماغه لمـــر دى،چـې هر غم او تيارې لــرې کــــوي
او هغــــه،هماغه پسرلنى باران دى،چې په پېرزو ورېږي.
په ينابيع المودة(٤٦٧مخ)کې راغلي: شيخ محي الدين عربي په مکيه فتوحات (٣٣٦باب) کې د مهدي آخرالزمان د وزيرانو مقام يادوي او وايي:
((هغه له اهل بيتو ځنې دى او د خداى يو خليفه دى،چې پاڅون کوي،حال دا چې ځمکه له تېري او ځورونې ډکه شوې وي او هغه پکې قسط و عدل خپروي او که له نړۍ يوازې يوه ورځ هم پاتې نه وي،خداى(ج)يې هومره اوږدوي،چې د پېغمبر له ځوځاته يو تن واکمنۍ ته ورسي. د ((رکن)) او ((مقام)) ترمنځ ورسره بيعت کېږي او کوفه وال ډېر راماتېږي. شتمنۍ مساوي ويشي له ولس سره په عدالت چلېږي،قضاوت- ورمندون پاى ته رسوي او چې څوک يې و نه مني،وژل کېږي، جګړه مار ورسره خوارېږي. اسلام لکه څنګه چې دى،پلى کوى يې؛داسې چې که رسول اکرم(ص)هم ژوندى واى،هماغسې يې کول.مذاهب له منځه وړي او يوازې سوچه دين به پاتې کېږي.دښمنان يې د((اهل راى))عالمانو لارويان دي،چې په زوره يې حکم ته غاړه ږدي؛ځکه چې له ځواکمنۍ يې ډارېږي او په ورسره څيزونو يې زړه تړلى دى.په شتون يې عام مسلمانان خوشحال دي او عارفان او اهل حقايق د کشف او شهود له مخې ورسره بيعت کوي. الهي انسانان ورسره دي،چې بلنه مني او ملاتړ يې کوي،هغوى يې وزيران دي،چې د هېوادنيو چارو پېټى يې پر اوږو وړي)).
همداراز وايي: ((هغه،هماغه ښاغلى او د آل محمد مهدى او هماغه پسرلنى باران دى،چې په پېرزو ورېږي،هغه تاييد شوى او مضبوط خليفه دى،چې د څارويو په خبرو پوهېږي،عدالت يې په پېريانو او انسانانو کې خپرېږي.وزيران يې عربان نه دي؛خو په عربي خبرې کوي.د وزيرانو ساتندويان به د دوى له خپل خېله نه وي.مهدي هېڅکله د خداى له حکمه سرغړونه نه کوي، (د خداى د دين) مرستندوى او خورا غوره امين دى.))
همداراز د((اسعاف الراغبين)) کتاب په١٣١مخ کې د((نورالابصار)) په لمنليک کې راغلي: ((پوه شه،چې د مهدي په پاڅون کې شک نشته،هغه د امام علي بن ابيطالب رضى الله عنه- زوى او د رسول الله(ص)همنامى دى.مسلمانان د((رکن))او((مقام))تر منځ ورسره بيعت کوي، څېره يې د رسول اکرم په څېر ده او خوى يې د هغه څېر نه دى؛ ځکه په خوى کې هېڅوک د رسول الله(ص)سيالېداى نشي.د کوفې اوسېدونکي تر نورو يې ډېر ملاتړ کوي،شتمني يو رنګ ويشي او له ولس سره په عدالت چلېږي. خضر يې په مخ کې روان وي او پينځه يا اوه يا نهه کاله ژوند کوي.له رسول اکرم لاروي کوي او بيخي ګناه نه کوي،داسې پرښته لري،چې ټينګ يې ساتي.روم د اويا زرو مسلمانانو په تکبير ويلو سوبوي . خداى خوار شوى او (په فکر او کړنو کې) مړ شوى اسلام عزتمن او بیاژواکی کوي . د((جزيي)) حکم جاري کوي او په ځواک د خداى لوري ته رابولى،چې څوک يې (بلنه) ونه مني وژل کېږي او چې څوک جګړه وکړي خوارېږي.حکم يې د سوچه اسلام له مخې او له ځانه له نظريې ورکولو لرې دى او په ډېرى احکامو کې له علماوو سره اړپېچ کوي؛نو له دې امله عالمان ترې خپه کېږي؛ځکه په دې ګومان دي،چې د دوى تر امامانو وروسته يې کوم مجتهد پيدا کړى نه دى))
بيا زياتوي: ((پوه شه مهدي، چې راپاڅي، خاص و عام مسلمانان پرې خوشحالېږي او هغه الهي انسانان لري،چې بلنه يې منلې او ملاتړ يې کوي.هغوى يې وزيران دي،چې د واکمنۍ درنې چارې تر سره کوي او خداى،چې پر مهدي څه ژمنې ايښي، وزيران يې په اړه مرستندويان دي. حضرت عيسى بن مريم عليهما السلام د دمشق د ختيځ په سپينه مناره کې پرې په داسې حال کې راکېوځي،چې په خپلو دوو ښي او کيڼو پرښتو به يې ډډه وهلي وي.د هغه په زمانه کې د دمشق په چاپېريال کې له ونې سره ((سفياني)) وژل کېږي او لښکر يې په بېديا کې ډوبېږي))
او په مشارق الانوار(١٠٤مخ،دويم څپرکي)کې هم همدا عبارت راغلى دى.
همداراز قاضي حسين بن محمدبن حسن د باربکري مالکي(٩٦٦س مړ)په خپل کتاب ((تاريخ الخميس)) دويم ټوک٣٢١مخ کې دا مطلب په لنډو او په الفاظو کې(پر څه)اړپېچ راوړى دى.
٣-شيخ کمال الدين ابوسالم محمد بن طلحه حلبي شافعي[9] (٦٥٢يا٦٥٤س مړ) ليکي: ((دولسم باب، د ابوالقاسم محمدبن الحسن الخالص بن علي المتوکل بن محمد القانع بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدالباقر بن علي زين العابدين بن الحسين(الشهيد)بن علي المرتضى اميرالمؤمنين بن ابيطالب په اړه دى،هماغه مهدي (چې) د خلف حجت او صالح منتظر دى،چې د خداى سلام،رحمت او برکتونه دې پرې وي))
بيا يې دا بيتونه راوړي ،چې پښتو مفهوم يې دا دى:
((په رښتيا،چې دا د خلف حجت خداى تاييد کړى دى او موږ ته يې د حق کړنلار ښووولې او نېکۍ يې ورکړي دي.
او په عزتمنې کورنۍ کې يې د درناوي وړ ګرځولى دى او د لورنې په سترو جامو کې يې رانغاړلى دى.
او رسول اکرم يوه خبره کړې،چې موږ روايت کړې ده.
او که عالم د رسول اکرم(ص) د خبرې پر مانا پوه شي؛نو مومي،چې د((مهدي))په اړه رارسېدلي روايتونه يوازې پر همدې مسمى تطبېقېږي،چې د هغه تړاو،ځانګړنې او نوم اخستل يې په ډاګه ويلي دي.
او د پېغمبراکرم دا وينا((چې له موږه دى،زما د بدن د ټوټې؛له زهرا دى)) د مهدي د څېرې او مقام د پېژندو لپاره بسيا دي.
او تېرې بېلګې،چې مې وويلې؛نو هېڅوک به ورته و نه رسي؛نو که ووايي: ((هغه مهدي دى))نو د خپلې خبرې به پوروړى شوى نه وي))
تر شعر وروسته وايي : د نبوت له اصلي جرړو ماړه کړای شوي دي او له ورپاتېو جامونو يې څښلي دي او د هغوى له ځوښا يې ځان خړوب کړى او شريعت پرې پاى ته رسېدلى دى،په خورا غوره نسب پورې تړاو لري او د ښيون مېوه يې له هماغه کانه راخستې ده.
هو! هغه د پاکلمنې زوکړى دى،هماغه چې د رسول اکرم د بدن ټوټه ده او رسالت يې بنسټ دى؛هغه بنسټ،چې د عناصرو او اصولو اشرف دى.
زوکړه يې په ((سر من راى)) (سامرا) پر(٢٥٨س)د رمضان پر٢٣مه وه او پلار يې((الحسن الخالص))او مور يې((ام ولد))،چې له نامو یې((صيقل))او((حکيمه))وو.
خو خپل نوم يې((محمد)) کنيه يې((ابوالقاسم))او القاب يې ((حجت)،((صالح خلف))او ((منتظر)) ورته ويل شوي دي.بيا هماغه احاديث راوړي،چې موږ راوړي او جوتوي،چې هغه هماغه ((موعود منتظر مهدي)) دى.
په پاى کې د حضرت((مهدي))د غيبت او اوږد عمر په اړه،چې څه نيوکې شوي،ځواب يې ورکړى دى.
٤- شيخ شمس الدين يوسف بن قزاعلي حنفي بن عبدالله په سبط ابن الجوزي مشهور(٦٥٤س مړ)په خپل کتاب تذکرة خواص الائمه(٨٨مخ د ايران چاپ د١٢٨٧س لومړى چاپ)د حسن بن على بن محمدبن علي بن موسى بن جعفربن محمدبن علي بن الحسين بن علي بن ابيطالب په څپرکي کې ليکي:
((مور يې ام ولد وه،چې په ((سوسن)) هم يادېده او کنيه يې ابومحمد او عسکري هم ويل شوې دی. حضرت پر٢٣١س په ((سرمن راى))کې زېږېدلى او پر٢٦٠س د معتمد عباسي خلافت پر مهال په نهه ويشت کلنۍ کې مړ شوى دى.
بيا وايې: ((او له اولادونو يې يو ((محمد))امام دى…هغه محمدبن حسن بن علي بن محمد…بن علي ابيطالب دى.کنيه يې ابوعبدالله او ابوالقاسم دى،هغه د خلف حجت،صاحب الزمان،قائم منتظر او وروستى امام دى)).
زياتوي:عبدالعزيز بن محمود بن بزاز له ابن عمره روايتوي،چې رسول اکرم وويل: ((په وروستي وخت به زما له اولادې يو راپاڅي،چې نوم يې زما نوم او کنيه يې زما کنيه ده او ځمکه له عدله ډکوي؛ لکه چې له تيري ډکه شوې ده او هغه مهدي دى))
سبط ابن الجوزي وايي: ((دا يو مشهور حديث دى او ابوداود او زهري له علي(ک)روايت کړى دى))
زياتوي : ((هغه ته ذوالاسمعين وايي: او محمد او ابوالقاسم.ويلي يې دي،مور يې ام ولد،چې په صيقل هم يادېده)).
٥- شيخ ابوعبدالله محمدبن يوسف بن محمد قرشي ګنجي شافعي (٦٥٨س مړ)په خپل کتاب[البيان فى اخبار صاحب الزمان ٢٥باب،٣٣٦مخ]کې جوتوي،چې د مهدي عليه السلام پايښت شونى دى،وايي: ((مهدي د حسن عسکري زوى دى او د غيبت له پيله تر اوسه ژوندی،شته او پاتې دى)).همدا مطلب په ينابيع المودة(٤٧١مخ)کې هم راغلى دى.
امام بخاري په خپل صحيح (٣/٣٥٧د١٣٧٢س د هند چاپ)له حضرت ابوهريره(رض)روايتوي،چې رسول اکرم وويل:
((څرنګه به وي،چې عيسى بن مريم په تاسې کې راکوز شي او امام مو خپل وي؟))
همدا حديث ابن ماجه په خپلو سننو(٢/٢٦٧مخ)کې د امام بخاري په همدې عبارت راوړى دى.
په الحاوي للفتاوي (٢/١٦٧)کې یې راوړي،چې ابوداود او ابن ماجه په خپلو اسنادو له ((ابوامامه باهلي))روايت کړى،چې رسول اکرم وويل: ((رسول الله راته وينا وکړه او له ((دجال))او کړنو يې خبر کړو))
تر دې چې وايي: ((او امام يې صالح نارينه دى، چې د ګهيځ لمانځه ته ځي،ناڅاپه عيسى بن مريم راکېوځي او هغه امام د ګهيځ پر لمانځه ولاړ وي،چې شاته کېږي،چې عيسى بن مريم رامخې ته شي او د لمانځه امامت وکړي؛نو دلته عيسى خپل لاس د هغه پر وليو ږدي او وايي: ((مخکې ولاړ شه او لمونځ ورکړه،چې اقامه درته شوې ده)) او امام ورسره لمونځ کوي.))
را وروسته حديث د((الملاحم و الفتن))[لومړى ټوک،١٨٦باب ،٥٤مخ ] ليکوال د ابونعيم له((فتن))کتابه او ده دا حديث له ابوامامه باهلي روايت کړى،چې وايي: ((رسول اکرم د د جالو په اړه وينا وکړه)) ام شريک وويل: ((رسول الله!نو مسلمانان به پر هغه ورځ چېرې وي؟)) ويې ويل: ((دجال په بيت المقدس کې راوځي او هغه ځاى محاصره او را ايساروي او پر هغه ورځ د مسلمانانو امام يو صالح نارينه دى.ورته ويل کېږي : د ګهيځ لمونځ وکړه او چې تکبير ووايي او لمانځه ته ورمخکې شي؛نو عيسى بن مريم له آسمانه راکوزېږي او چې امام هغه وپېژني؛نو پر لمانځه ولاړ،شاته کېږي،چې عيسى بن مريم رامخې ته شي؛نو عيسى پر وليو يې لاس ږدي او ورته وايي: ((لمونځ وکړه،چې اقامه درته شوى ده)) او عيسى ورپسې لمونځ کوي.))
او په مشارق الانوار(٢/٣٢٢)کې وايي:
((عيسى د هغه[امام مهدي]په زمانه کې د دمشق د ختيځ پر سپينه مناره د شپې په وروستيو کې راکېوځي او مهدي راځي او ورسره پاتې کېږي او ګهيځ مهال خلک د لمانځه د امامت هيله ترې کوي؛خو هغه ډډه کوي او وايي: ((امام مو خپل دى)) او مهدي د دې امت او د پېغمبر د کرامت له امله پر عيسى ورمخکې کېږي))
له دې حديثه او بېلګو يې راڅرګندېږي،چې حضرت عيسى(ع)په مهدي عليه السلام پسې لمونځ کولو ته اوږد مهاله ژوندى پاتې کېږي؛نو ځکه د امام مهدي ژوندي پاتې کېدل څه لرې چار نه دى؛لکه څنګه چې عيسى(ع)ژوندى پاتې کېږي.پېغمبراکرم ويلي: ((چې څه په تېرو امتونو کې پېښ شوي،زما په امت کې به هم پېښ شي))؛نو لکه څنګه چې عيسى(ع)له تېرو امتونو ژوندى پاتې دى،امام مهدي هم ژوندى او پاتې دى.
مسلمانانو ته د((خضر او الياس))عليهماالسلام ژوندي پاتې کېدل ثابت دي او لکه څنګه چې خداى تعالى خضر(ع)ته اوږد عمر ورکړى؛نو غوښتي يې دي،چې امام مهدي هم ژوندى وي او پاتې شي؛ځکه چې د ځمکې پر مخ د خداى حجت دى او که نه وي ځمکه پر خپل ځاى نه پاتې کېږي؛نو ځکه د ځمکې پايښت د هغه دشتون له امله دې.
په تذکرة خواص الائمه(٣٧٦مخ،د نجف چاپ)کې له سدى روايت دى چې:
((مهدي به له عيسى بن مريم سره يو ځاى وي او چې د لمانځه وخت شي؛نو مهدي،عيسى ته وايي: ((مخکې شه)).عيسى وايي: ((ته دې لمانځه ته وړ يې او عيسى ورپسې درېږي))
بيا له خپل نظره په هغو دلايلو لګيا کېږي،چې حضرت عيسى(ع)په امام مهدي پسې لمونځ وکړ او ورپسې خبره ډېر اوږد عمر ته ورغځوي او د امام مهدي د ژونديتوب او پايښت خبره پياوړې کوي او وايي،چې تر اسلام مخکې د دې چار بېلګې هم وې.
۶- ګنجي شافعي په کفاية الطالب (٣١٢مخ)کې وايي:
((د ابومحمد حسن عسکرى زوى تر هغه وروسته امام دى. دا (امام حسن عسکري)پر ٢٣٢س په ربيع الاول کې په مدينه کې دنيا ته راغى او پر٢٦٠س د ربيع الاول پر اتمه پر٢٨کلنۍ کې ومړ او په سامرا کې د خپل پلار امام هادي سره په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو او زوى يې منتظر امام ځايناستى شو))
ورپسې وايي: ((ډېر ژر به يې ژوند ليک وکاږم)) وروسته يې د((البيان فى اخبار صاحب الزمان))کتاب و کښه،چې چاپ شوى هم دى.))
۷- جلال الدين محمدبلخي په ((مولوى)) مشهور[٦٧٢س مړ]د شيخ سليمان قندوزي حنفي (ينابيع المودة٤٧٣مخ)د اهل بيتو او امام مهدي په باب شعرونه ويلي دي.
شيخ کامل صلاح الدين صفدي (٧٦٤س مړ) په ((شرح الدائره))کې کاږي: ((موعود مهدي له دولس ګونو امامانو،هماغه (وروستى)امام دى،چې لومړى يې زموږ ښاغلى علي او وروستى يې مهدي(رضى الله عنهم و نفعناالله بهم)دى))
۸- شيخ ابوعبدالله اسعد بن علي بن سليمان عفيف الدين يافعي يمني شافعي (٧٦٨س مړ)په خپل کتاب ((مرآة الجنان))(دويم ټوک، ١٠٧ او ١٧٢مخونه، د١٣٢٨س د حيدرآباد چاپ)کې ليکي: ((پر٢٦٠س شريف عسکري ابومحمدحسن[بن علي بن محمدبن علي بن موسى الرضابن جعفرصادق]د اماميه شيعه و د ګروهنې له مخې له دولس ګونو امامانو،يو امام ومړ،هغه د منتظر[امام]پلار د سرداب خاوند دى، چې په عسکري پېژندل کېږي او پلار يې هم په همدې نامه پېژندل کېده.هغه د جمعې پر ورځ د ربيع الاول پر شپږمه ومړ-ځينو اتم او ځينو نورې ورځې ښوولي دي-او په سامرا کې د خپل پلار تر څنګ خاوروته وسپارل شو))
۹- علامه سيد علي بن شهاب الدين همداني شافعي(٧٨٦س مړ)په خپل کتاب((مودة القربى في المودة العاشره))کې د امام مهدي د شتون په اړه ډېر احايث راوړي،چې په وروستي وخت کې به راښکاره کېږي او ځمکه به له عدله ډکوي؛ لکه چې له ظلمه تر خولې راغلې ده.
۱۰- شمس الدين ابوعبدالله محمد بن احمد ذهبي شافعي[10](٨٠٤س مړ) کاږي: ((امام مهدي د امام حسن عسکري له اولاده دى،هغه ژوندى پاتې کېږي،چې خداى د پاڅون اجازه ورکړي او ځمکه به له قسط و عدله ډکه کړي؛لکه چې له ظلم او ځورونې ډکه شوې ده))
۱۱- شيخ جمال الدين احمد بن حسين بن علي بن مهنا(٨٢٨س مړ) په خپل کتاب((عمدة الطالب))[د نجف د١٣٢٣س چاپ، ١٨٦ او ١٨٨مخونه]کې کاږي :
((خو[امام]علي هادي،چې د سامرا په پوځي غونډ کې د اوسېدانې له امله په ((عسکري)) مشهور شوى و،مور يې ام ولد د اخلاقي ښو ځانګړنو او ذکاوت خاونده وه. متوکل هغه سامرا ته بوت،هلته و،چې مسموم او ورپسې شهيد شو. دوه اولادونه يې درلودل،چې يو يې امام ابومحمدحسن عسکري دى،چې په زهد او پوهه کې د سترې مرتبې خاوند و،هغه د امام محمدمهدي پلار د اماميه شيعه و دولسم امام دى او پر وړاندې يې هماغه قائم منتظر دى،چې د نرګس په نامه ام ولده دې دنيا ته راوړی دى.
۱۲- شيخ شهاب الدين دولت آبادي (٨٤٩س مړ) په تفسير او مناقبو کې ډېر تاليفات لري،چې يو يې((هداية السعداء))دى،چې پکې يې د امام حسن عسکري د زوى امام مهدي په اړه احاديث راوړي،چې امام مهدي،له نظرونو پټ شوى او د اوږد عمر خاوند دى؛لکه چې نور مؤمنان عيسى،الياس او حضر(عليهم السلام) اوږد عمرونه لري او له کفارو هم دجال،شيطان او سامري.
۱۳- شيخ علي بن محمد بن احمد مالکي مکي،په ابن صباع مشهور(٨٥٥س مړ)په خپل کتاب[((الفصول المهمة))،دولسم باب،٢٧٣ او٢٧٤مخونه] کې د امام مهدي د ژوند په باب څرګندونې کړي،د زوکړې وخت او د مور (نرګس) نوم يې راوړى دى: ((ابوالقاسم محمدالحجة بن الحسن الخالصي په سامرا کې په نيمه شپه د شعبان پر پينځلسمه پر ٢٥٥س وزېږېد او د پلار او مور له اړخ يې نسب دا دى:ابوالقاسم محمدالحجه بن الحسن الخالصي بن علي الهادي بن محمدالجواد بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدباقر بن علي (زين العابدي) بن الحسين بن علي بن ابيطالب او مور يې د نرګس په نامه ام ولدې وه،چې خورا غوره وينځه وه او ويل کېږي،چې نور نومونه يې هم درلودل؛کنيه يې ابوالقاسم او لقب يې حجت،مهدي،خلف،منتظر قائم او صاحب الزمان دى او ښه مشهور يې مهدي دى.
ځانګړنې يې دا دي : په قد کې برابر ځوان، ښکلى، ويښان به يې پر اوږو پراته وي،پوزه يې لوړه او تندى يې پراخ او نوراني دى،کارمند يې محمدبن عثمان او د معتمد همعمرى دى))
حديث پوهانو په ښکاره پورته کومې ځانګړنې، چې ابن صباع راوړي،دا يې نيکه ((محمد رسول الله)) ښوولي دي.
ابن صباع زياتوي: ((له هغو عالمانو،چې د امام مهدي د حالاتو په باب کتابونه کښلي،يو هم شيخ جمال الدين ابوعبدالله محمدبن ابراهيم په نعماني مشهور دى،چې د امام مهدي د غيبت او اوږد غيبت په اړه يې کتاب کښلى دى.))
همدا راز زياتوي: ((حافظ ابونعيم د امام مهدي په اړه څلوېښت ځانګړي احاديث راټول کړي او شيخ ابوعبدالله محمد بن يوسف ګنجي شافعي يې په اړه د ((البيان فى الخبار صاحب الزمان)) کتاب کښلى دى.
۱۴- د افغانستان ستر عالم او مشهور شاعر شيخ نورالدين عبدالرحمن بن احمدبن قوام الدين په جامي شافعي مشهور (٨٩٨س مړ،او زيارت يې په هرات کې دى) په خپل کتاب ((شواهد النبوه)) کې د دولسم امام،د امام مهدي په اړه خبرې کړي او د هغه حالات او کرامات يې بيان کړي دي او ليکي: ((هغه به ځمکه له قسط و عدله ډکه کړي)).
بيا يې د زوکړې داستان د امام مهدي له ترور حکيمې او نورو راخلي،چې امام وزېږېد؛نو پر ځنګنو کېناست او د شهادت ګوته اسمان ته ونيوه او پرنجى يې وکړ او ويې ويل: ((الحمدلِلِه رب العالمين)).
همداراز جامي په هغو وګړيو لګيا شوى،چې امام مهدي يې ليدلى او دهغه چا يادونه هم کوي،چې له امام حسن عسکري یي د ځايناستي په اړه پوښتلي او وايي: ((امام کور ته راننووت او بهر شو او څوارلسمې سپوږمۍ په څېر درې کلن ماشوم ورسره و او پوښتونکي ته يې وويل:که الهي ارزښت دې نه واى،دا زوى مې نه درښووه،چې نامه يې د رسول الله (ص) او کنيه يې هم!هغه به ځمکه له عدله ډکوي؛ لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې ده.))
همداراز د هغه چا کيسه راخلي چې: ((امام حسن عسکري ته تلل او تر هغه وروسته د ځايناستي په اړه يې پوښته او امام ورته وايي: ((پرده راکاږه،چې يې وکاږله؛نو امام مهدي يې وليد))
همداراز هغه کيسه هم راخلي: ((معتمد عباسي يا معتضدعباسي د امام مهدي د نيولو لپاره يوه ډله د امام حسن عسکري کور ته استوي؛ خو ډله هغه نه مومي او سرداب ته ورننووتل او هغه له اوبو په یو ډک کې،د اوبو پر مخ ويني او چې غواړي و يې نيسي،په اوبو کې ډوبېږي او نيواى يې نشي . عباسي چارواکى يې له پېښې خبر کړ هغه ورته وايې،چې څه مو ليکلي پټ يې کړئ او وايي:که دا حال مو چاته ووايه؛نو وژنم مو هغوى هم دا پېښه د خليفه تر ژونده پټوي.))
۱۵-شيخ عبدالوهاب بن احمدبن علي شعراني (٩٧٣يا٩٦٠س مړ) په خپل کتاب ((اليواقيت و الجواهر)) [١٤٥مخ،د١٣٠٧س د مصر چاپ] کې ليکي: ((پينځه شپېتم بحث د دې په بيان کې دی،چې سپېڅلي شارع د قيامت له ټولو شرطونو خبر ورکړى،چې ټول حق دي او بايد د قيامت تر راتلو مخکې پېښ شي،چې له دې یو هم د مهدي (ع) پاڅون دى،هغه د امام حسن عسکري له زامنو ځنې دى،چې د ٢٥٥س د شعبان په نيمايي کې دنيا ته راغلى دى او تر هغې به ژوندى وي،چې له عيسى بن مريم سره يوځاى شي او عمر يې تر اوسه،چې کال ٩٨٥س دى،٧٦٦ کاله دې))
شعراني زياتوي: ((دا پېښه، چې له شيخ حسن عراقي سره وم، راته یې وويله (شيخ په مصر کې ښخ دى) چې ورسره وم او زموږ شيخ ((سيد على الخواص)) هم ورسره ومنله))
۱۶- شهاب الدين احمد بن حجر هيثمي شافعي د مکې هستوګن (٩٩٣س مړ) په خپل کتاب ((الصواعق المحرقه)) [١٢٧مخ،د ١٣٠٨ س د مصر چاپ] کې د دولس ګونو امامانو د حالاتو په شرح کې ليکي:
((ابومحمدحسن خالصي پر ٢٣٢س دنيا ته راغلى،چې له مشهورو کراماتو يې په سامرا کې د استسقا داستان دى . دا د يوه نصراني عالم داستان دى،چې د ځينو پېغمبرانو هډوکي ورسره ول،چې بهر به يې راوړل،باران ورېده او چې پټول يې؛نو باران درېده او امام پرې پوه شو او هډوکي يې ترې واخستل او چې راهب څومره دعا وکړه باران و نه ورېد او خلک له اشتباه راووتل او د مسيحي ملا په چل پوه شو))
زياتوي: ((امام حسن عسکري په سامرا کې تر مړينې عزتمن او د درناوي وړ و او د خپل پلار (علي الهادي) تر څنګ ښخ شو او ٢٨ کلن و)) همدا راز وايي: ((هغه يوازې يو زوى پرېښود او هغه ابوالقاسم حجت و او د پلار د مړينې پر مهال پينځه کلن و،چې خداى پرې حکمت ولوراوه . هغه قايم او منتظر نومېږي او ويل کېږي، چې پټ شوى او معلوم نه دى،چې چېرې تللى دى)) .
۱۷- شيخ عبدالله بن محمد عامر شبراوي شافعي (١١٥٤ س مړ) په خپل کتاب ((الاتحاف بِحُب الاشراف))[١٧٨مخ،د ١٣١٦ س د مصر چاپ] کې کاږي: ((يولسم امام،حسن خالصي په عسکري مقلب دى، چې پر ٢٣٢س د ربيع الاول پر اتمه په ٢٨ کلنۍ کې ومړ . په شرافت کې يې همدومره بس دى،چې امام مهدي منتظر يې زوى دى. د امام عسکري مړينه په سامرا کې وه او قبر يې د خپل پلار تر څنګ دى او تر ځان وروسته يې دولسم امام ځايناستى کړ؛ابوالقاسم محمد، حجت، امام زوی،امام،چې پر ٢٥٥ س د شعبان په نيمايي کې د خپل پلار تر مړينې پينځه کاله مخکې دنيا ته راغى او داچې سخت پېر و او له عباسي خلفاوو ډار و؛نو پلار يې زوکړه پټه ساتله؛ځکه هاشميان د واکمنو تر تعقيب او څارنې لاندې ول؛هغوى يې بنديان او وژل او له منځه يې وړل؛ځکه هغوى د رسول اکرم له احاديثو پوهېدلي ول،چې امام مهدي د ظالمانو واکمني له منځه وړي . امام محمد،حجت او په مهدي،قائم،منتظر،صالح خلف او صاحب الزمان ملقب دى،چې خورا مشهور يې مهدي دى.
نو ځکه شيعه وايي: ((دا هماغه دى،چې سم روايتونه يې په وروستي وخت کې په اړه خبر ورکوي او اوس هم شته د مهدي د نسب لړۍ دا ده:محمدحجت بن الحسن الخالصي بن علي الهادي بن محمد الجواد بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدالباقر بن زين العابدين بن امام الحسين (د امام حسن ورور) بن اسدالله غالب علي بن ابيطالب رضى الله عنهم اجمعين))
۱۸ – شيخ حسن عراقي (د مصر په کُرم الرئيس کې ښخ دى) د امام مهدي پر شتون منښته کوي او وايي: ((امام يې ليدلى دى)) شعراني په لواقح الانوار فى طبقات الاخبار (دويم ټوک،د مصر ١٣٠٥س چاپ) کې کاږي: ((شيخ حسن عراقي د خپلې ګرځېدنې (سياحت) په ترڅ کې له امام مهدي سره ليده کاته کړي دي او عمر يې ترې پوښتل شوى او ځواب يې اورېدلى،چې ((زويه ! عمر مې همدا اوس ٦٢٠ کاله دې)) شعراني وايي: ((دا مې خپل استاد علي الخواص ته وويل،چې د مهدي- رضى الله عنه- له عمر سره يې توافق وښود . ))
د امام مهدي د عمر په اړه وايو چې:
قرآن مجيد د حضرت نوح عليه السلام د عمر په اړه وايي: ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ [11]=او په رښتيا موږ نوح یې قوم ته [په رسالت] ولېږه؛نوح یې په منځ کې نهه سوه او پنځوس كاله تېر کړل؛خو په پاى كې (د خپل ظلم له امله) توپان او نېز لاندې کړل،حال دا چې دوى [مشرک] ظالمان ول . ))
نوح (ع) تر توپان او بېړۍ راوتو وروسته،هم درې سوه او پينځوس کاله عمر وکړ؛نو ځکه ټول عمر يې ديارلس سوه کاله کېږي،حال داچې همدا اوس د حضرت امام مهدي (ع) عمر تر ١٢٠٠ کالو لږ دى او د حضرت خضر (ع) عمر تر دې ډېر دى ؛پر شيعه و سربېره د اهل سنتو يو شمېر عالمان هم دا استدلال اوڅاروي.
[1] .د خوشال ارمغان ۷-۵ مخ
[2] .د خوشال ارمغان ۷۱ مخ
[3] (بحار الانورا ٥١/٣٤٢-او٣٤٣-او٣٦٦ مخونه ،اثبات الهداه شپږم اواوم ټوک.الغيبه ،شيخ طوسى ٢٤٢ مخ)
[4] (بحار الانوار ٥١ /٣٦٠ – او٣٦١مخونه الغيبه ،شيخ طوسى ٢٤٢ مخ)
[5] . د خوشال ارمغان ٥٦٩مخ
[6] . ارمغان ٧١ مخ
[7] (عنکبوت/١٤)
[8] (قلم/٤)
[9] په خپل کتاب ((مطالب السول)) (د ايران د١٢٨٧س چاپ،٨٨مخ) کې
[10] په خپل کتاب (دُوَل الاسلام١/١٢٢ د١٣٣٧س کال حيدرآباد چاپ) کې
[11] (عنکبوت/١٤)