تر سولې وروسته د امام حسن (رض) وینا ( هغه مهال چې معاویه بن ابوسفیان ورته وویل: زموږ د فضایلو یادونه وکړه!) امام حسن تر څښتن ستاينې او پر پېغمبر (ص) تر درود وروسته وویل : څوک چې مې پېژني؛ نو مې پېژني او څوک چې مې نه پېژني، پوه دې شي، زه حسن د […]
تر سولې وروسته د امام حسن (رض) وینا
( هغه مهال چې معاویه بن ابوسفیان ورته وویل: زموږ د فضایلو یادونه وکړه!)
امام حسن تر څښتن ستاينې او پر پېغمبر (ص) تر درود وروسته وویل : څوک چې مې پېژني؛ نو مې پېژني او څوک چې مې نه پېژني، پوه دې شي، زه حسن د رسول الله (ص) زوی، د زېري ورکوونکي او ګواښنګري پېغمبر زوی یم، د رسالت مقام ته دغوره کړای شوي زوی یم . د هغه زوی یم، چې پرښتې صلوات پرې وایي، د هغه زوی یم، چې امت یې په سیوري کې شرافت تر لاسه کړ، د هغه زوی یم، چې جبراییل د خدای له لوري ورته سفیر ( او استازی) و، د هغه زوی یم، چې نړیوالو ته رحمت راولېږل شو [صلی الله علیه و آله اجمعین].
معاویه بن ابوسفیان خپله رخه پټه نه کړای شوه؛ نو و یې ویل: حسنه! د تازه کجورو صفت راته وکړه.
امام وویل : هو، معاویه! باد د کجورو ونه دوه ځانې کوي، لمر ورباندې لګي (غټوي یې) ، سپوږمۍ رنګ ورکوي، تودوخه یې پخوي، ( د شپې نرمه هوا یې) سړوي، بیا يې دغسې خپله وینا وغځوله : د هغه زوی یم، چې دعا یې قبلېده، زه د هغه زوی یم، چې خپل پالونکي ته یې د قرب مقام د ((دوو لیندیو هومره یا لږو[1])) ، د هغه شفاعتګر زوی یم ، چې شفاعت یې منل شوی دی، د مکې او منا زوی یم، د هغه زوی یم، چې قریشو له ناچارۍ غاړه ورته کېښووله، د هغه زوی یم،چې لاروی یې نېکمرغېږي او مخالف یې بد مرغېږي، د هغه زوی یم، چې ځمکه یې ورته پاکوونکې او دسجدې ځای کړ، د هغه زوی یم، چې پرله پسې آسماني خبرونه ورته راتلل، د هغوی زوی یم، چې خدای هر ډول چټلي ترې لرې کړه او ښه یې پاک او پاکیزه کړل.
معاویه بن ابوسفیان وویل : حسنه! په ګومان مې زړه دې خلافت غواړي؟
امام حسن (رض) وویل: معاویه! افسوس درباندې، خلیفه هغه دی، چې د رسول الله سنت، دود او کړنلار خپل کړي او د خدای احکام عملي کړي او پر ځان مې قسم، چې موږ د ښیون نښې او د تقوا ډیوې یو؛ خو ته معاویه! له هغو ځنې یې چې د پېغمبر اکرم (ص) سنت یې تباه کړي، بدعتونه او نوښتونه یې راژوندي کړي ، د خدای بندګان یې خپل مریان کړي او له دینه یې ساتېري جوړه کړې ده. دا ځواک او مقام چې لرې، بې ارزښته، ناڅیزه او له منځه تلونکی دی او ډېر لږ ژوند به وکړې او وبال به یې تل درتر غاړې وي .
معاویه! والله، خدای په ختیځ او لویدیځ کې د ((جابلقا)) او ((جابلسا)) په نامو دوه ښارونه پیدا کړي او خدای یوازې زما نيکه؛ رسول الله (ص) ورته رالېږلی دی.
په دې خت کې معاویه بن ابوسفیان وویل: ابامحمده[2]! د قدر له شپې مو خبر کړه.
امام وویل: هو، دغسې وپوښته! خدای اوه اسمانونه، ځمکې او پېریان یې له اوو او انسانان یې له اوو پنځولي دي؛ نو باید د قدر شپه له دروېشتمې شپې تر اوه ووېشتمې ولټوې . امام حسن دا خبره وکړه او له ځایه راولاړ شو.
[1] [قاب قوسیناوادنی؛ نجم (۵۳) ـ ( ۹) آیت]
[2] ( د حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام کنیه ده)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com