حاجيان چې حج ته ځي؛نو لومړى واجبه کلمه د لبيک ويل دي او د لبيک په ويلو د حج پر اعمالو پيل کوي او يو لړ څيزونه پرې حرامېږي .لمونځ هم په الله اکبر پيلېږې او يو لړ څيزونه لکه خوړل ،څښل او خبرې کول پر لمونځ کوونکي حرامېږي ؛نو د لمونځ لومړي تکبيرته (( […]
حاجيان چې حج ته ځي؛نو لومړى واجبه کلمه د لبيک ويل دي او د لبيک په ويلو د حج پر اعمالو پيل کوي او يو لړ څيزونه پرې حرامېږي .لمونځ هم په الله اکبر پيلېږې او يو لړ څيزونه لکه خوړل ،څښل او خبرې کول پر لمونځ کوونکي حرامېږي ؛نو د لمونځ لومړي تکبيرته (( تکبيرة الاحرام )) وايي .حاجيان چې مکې ته روان وي که په ټيته وي او يا هم په جيږه؛ نو لبيک وايي او د لبيک دا تکرار مستحب دى. لمونځ کوونکى هم په هر ټېټېدلو نېغېدولو،قيام اوقعود کې مستحب دى چې الله اکبر تکرارکړي .
په سهار کې لومړۍ واجبه کلمه الله اکبر ده .
الله اکبرهغه لومړۍ ویی- کلمه ده ،چې مسلمان ماشوم وزېږېږي ؛نو په غوږ کې يې ورته د اذان ترعنوان لاندې وايي او همداراز الله اکبر وروستۍ ویی هم ده،چې پرمړي د جنازې په لمانځۀ کې ويل کېږي او بيا يې په قبرکې ږدي. دا يواځينې ذکر دى چې هم په لمونځ کې واجب دى اوهم د لمونځ رکن دى او د مسلمانانو د سرود؛يعنې اذان لومړى غونډله-جمله هم ده .دا ذکر له ټولو زيات ويل کېږي د لمونځ په سرېزه کې،په لمانځه کې او په لمانځه پسې هم ويل کېږي . يومسلمان د ورځې يواځې په پنځه وخته واجب لمونځونو کې دا ویی ٣٦٠ ځلې تکراروى ؛نو د پنځه وخته لمانځه لپاره پنځه ځله اذان کېږي او په هراذان کې شپږځله الله اکبر ويل کېږي .( ټول ٣٠ ځله) پنځو لمونځونو ته اقامت راغلى او په هر اقامت کې څلورځلې الله اکبر ويل کېږي. (ټول ٢٠ شل ځله ) تر تکبيرة الحرام مخکې په پنځه وخته لمانځه کې شپږ تکبيرونه مستحب دي او ووم تکبير هماغه تکبيرةاﻻ الحرام دى چې واجب دى. (ټول ٣٠ ديرش ځله ) د هرلمونځ په پيل کې د تکبيرة الحرام ويل چې ټول پنځه تکبيره کېږى . تر هرى رکوع مخکې د پنځه وخته لمانځه په اوولس فرضي رکعتونو کې يو تکبير ويل کېږى.(ټول اوولس ١٧ ځله) د لمانځه په هر رکعت کې دوه سجدې لرو او هره سجده دوه مستحب تکبيرونه لري يو تر سجدې مخکې او بل يې وروسته دى. [ ټول ٦٨ ځلى ) هرلمونځ يوقنوت لري ،چې له هرقنوت مخکې يو تکبيرراغلى دى. (ټول ٥ ځلې ) په پنځه وخته لمونځونوکې د هرلمانځه په پاى کې ٣ تکبيرونه راغلي دي ( ټول ١٥ ځلې ) تر هر لمانځه وروسته ٣٤ ځلې الله اکبر وايو،چې د حضرت فاطمه الزهرا د تسبيحاتو په نوم يادېږي. (ټول ١٧٠ ځلى)؛خو افسوس دا چې په ټول عمرکى مو الله اکبر په ښه غوراوپام سره ونه وايه. که پشپړمؤمن په ښه غور او پام سره د ورځې( ٣٤٠ ) ځلى الله اکبر ووائي؛نوله هيڅ ځواک او دسيسې به ونه وېرېږي .
په نورو لمونځونو کې تکبير
د لوى او کوچني اختر په لمونځونو کې هم تکبيرونه شته. د اۤيات په لمانځه کې هم پینځه رکوع ګانې لرو او هرې رکوع ته يو تکبير راغلى. د جنازې په لمانځه کې هم پنځه تکبيرونه د لمانځه رکن دي .
په لمانځه کې څرنګه تکبير ووايو
اسلام هرکارته اداب بيان کړي دي. د الله اکبر په ويلو کې هم بايد ادب ته پاملرنه وشي .د لمانځه په پيل کې د تکبيرة اﻻحرام په ويلو دواړه لاسونه بايد د غوږنو نرمې برخې ته راوړل شې.لاسونه چې غوږونوته ورسېدل تکبير پاى ته رسې. په يو روايت کې له امام رضا راغلي:(( په تکبيرکې زموږ ټول پام بايد خداى ته وي.)) لاسونه چې غوږونوته وړو؛نو زموږ ګوتې بايد یو له بل سره نښتى وي،د لاس تلې موبايد په قبله وي په روايتونه کې په تکبيرکې دلاسونه پورته کول د لمانځه سينګاراوښکلا بلل شوى ده .
د تکبير مانا
الله اکبر؛يعنې دا چې خداى له ټولوحسي ،ملکي اوملکوتي موجوداتوغوره دى .
الله اکبر؛يعنې خداى له دې ډېر غوره دى، چې څوک به يې وستائي . امام جعفرصادق وايي: ((تکبير دې چې وايه؛ نوله خداى پرته ټول څيزونه بايد ستا پر وړاندې کوچني شي )) (سر الصلواة، ۷۸ مخ) .که د انسان په زړه کې بل څه وي او په خوله تکبير ووايي؛نو دروغجن او ټګي جن به وي ؛نوځکه خداى له داسې عابده د ذکرخوږوالى اخلي.
په اسلامي فرهنګ کې تکبير
نه يواځې په لمانځه کې؛بلکې په نوروحالتونوکې هم د الله اکبر ويل راغلي دي او د اسلام په لومړنيو وختونو کې به مسلمانانو په غم او شادۍ دواړو کې تکبير وايه څو بيلګې يې دا دي :
د خندق په جنګ کې مسلمانانو چې کنده يا خندق ايسته ؛نوله يوې کلکې تيږې سره مخ شول چې مېتې يې هم مات کړ. پېغمبر اکرم ( ص) راغى او په يو ګوذار يې تيږه ماته کړه مسلمانانوپه ګډه تکبير ووايه او پېغمبر اکرم ( َص) وويل:(( ما د روم اوفارس د ماڼيو ورانېدل دتيږى په څپرغۍ کې وليدل .)) (بحارالانوار،۲۰/ ۱۹۰)
حضرت علي (ک ) به چې هرکس د صفين په جنګ کې وواژه ؛نوتکبير يې وايه.په کومه شپه چې حضرت فاطمه الزهرا واده شوه او د حضرت على کور ته تلله اويا زره تکبيرويوونکې پرېښتې ځمکې ته راغلې . پېغمبر اکرم (ص ) د حضرت فاطمه بنت اسد پر جنازې (٤٠) څلويښت ځله تکبير ووايه او د خپل تره حضرت حمزه(رض ) پر جنازه يې (٧٠) ځله تکبير ووايه. هر حاجې چې پرهره تيږه شيطان ولي؛نومستحب دي چې الله اکبر ووايي. کوم تسبيحات چې تر هرلمانځه وروسته ويل کېږي د حضرت فاطمه الزهرادتسبيحاتوپه نوم يادېږي څلورديرش ځله پکې الله اکبر ويل کېږي او ثواب يې د زر رکعتونومستحبي لمونځونوهومره دى .
پيغمبر اکرم (ص) چې وزېږيد لومړى کلمه الله اکبر وه،چې پر ژبه يې راغله.پر کومه ورځ چې مسلمانانومکه فتح کړه او حضرت پېغمبراکرم (ص) مسجدالحرام ته راننوت حجرالااسود ته يې ګوته ونيوه اوتکبيريې ووايه اومسلمانانوهم په جيګ غږ داسې تکبير ووايه،چې د مشرکانو بدنونه ولړزيېدل . په روايتونوکې راغلي: کوم څيزچې ستاسې د هېښنې- تعجب وړ شي؛نو تکبير ووايئ .د احد په جنګ د کفارو يو اتل مسلمان جګړیال مبارزې ته راوبله حضرت علي ورمخې ته شو او داسې بريد يې پرې وکړ،چې پېغمبر اکرم ( ص) په لوړغږتکبيرووايه .
پېغمبر اکرم (ص ) حضرت على (ک ) ته وويل : کله چې دې سپوږمۍ يا هيندارې ته کتل او يا دې هم کومه ستونزه پېدا کوله درې ځلې تکبيروايه . (بحارالانوار،۹۲/ ۱۴۵) د امام حسين لمسى حضرت زيدچې د بني اميو پر ضد راپاڅيد؛نو شعار يي الله اکبر و. د بدرپه جنګ کې پېغمبر اکرم ( ص) دې ته سترګې په لار و،چې د دښمن مشر((نوفل)) مړ شي حضرت على هغه وواژه پېغمبر اکرم (ص) ددې خبرپه اورېدو تکبير ووايه. پېغمبراکرم (ص) ته چې حضرت علي د حضرت فاطمې په مارکه ورغى ؛نو پيغمبر اکرم (ص) ورته وويل:(( صبر وکړه چې له لورفاطمې وپوښتم.)) ؛خوحضرت فاطمه چوپ شوه اوڅه يې ونه ويل . پيغمبروويل: ((الله اکبر سکوتها اقرارها .)) (بحارالانوار،۴۳/ ۹۳)
د خوارجو په په جنګ کې چې يې مشر مړ شو ؛نو حضرت علي تکبير ووايه اوسجده يې وکړه او ورپسې ټولو خلکوهم تکبير ووايه. د يهودانو يوه ډله مسلمانان شول او پېغمبر اکرم (ص) ته يې وويل:مخکنيو پېغمبرانو خو ځايناستي درلودل ستاسې وصي اوځايناستۍ څوک دى ؟ په دې وخت کې دمائدې سورت /٥٥ اۤيت نازل شو.چې وايي :
إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ = ((ستاسې ولي او پالندوى خو يواځې خداى، د هغه پېغمبراو هغه مؤمنان دي، چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي.))
حضرت پېغمبر اکرم (ص) وويل: راځئ چې جومات ته ولارشو. کله چې جومات ته راننوتل ويې ليدل، چې يو بېوزلي ته حضرت علي د رکوع په حالت کې خپله ګوته ورکړه ،پېغمبراکرم (ص) پر دې مهال تکبيروايه . (بحارالانوار،۳۵/ ۱۸۳)
حضرت علي به چې کله په خپلو قضاوتونو کې مجرم وپېژند؛نو تکبيربه يې وايه . ميثم تمار د حضرت علي د پلوۍ په تور د ابن زياد پر حکم راځوړند شو او په نيزه پرې بريد وشو،هغه په دې حال کې تکبيروايه او له خولې يې وينه راروانه وه.د معراج په شپه به چې پېغمبراکرم ( ص) له هراسمانه تېرېده؛نو تکبير به يې وايه .يوه ورځې جبرئيل له پېغمبراکرم (ص) سره ناست و،حضرت علي راننوت؛نوجبرئيل وويل : اى محمده (ص)! پرهغه خداى مې دې قسم وي،چې ته يې پرپيغمبرۍ مبعوث کړى يې د ځمکې په پرتله د اسمان اوسيدوونکي علي ډېرښه پېژني په جنګونوکې چې تکبيروايي موږ پرېښتې يې هم ورسره وايو . (بحارالانوار،۳۹/ ۹۸)
د خيبرپه جنګ کې مسلمانان چې د خيبرکلا ته ننوتل ،داسې تکبيريې ووايه چې ټول يهودان وتښتېدل.
د حمد سورت
دتکبيرة الاحرام تر ويلو وروسته بايد د حمد سورت وويل شي .که دا سورت په لمانځه کې ونه ويل شي؛نولمونځ باطل دى . ددې سورت نوم فاتحه الکتاب دى ؛ځکه قرآن په دې سورت پيلېږي. دا سورت وه اۤيتونه لري او جابربن عبدالله انصارى (رض ) له پېغمبراکرم (ص) رانقلوي،چې دا سورت د قرآۤن له غوره سورتونو ځنې دى. دا يواځينې سورت دى،چې ويل يې پرهرمسلمان واجب دي او په پنځه وخته لمونځونو کې يې لږ تر لږه لس ځله بايد ووايئ .په ځينو روايتونو کې ددې سورت د اهميت په هکله راغلي : که اوويا ځله دا سورت پرمړي وويل شي او که بېرته راژوندى شي؛نوتعجب مۀ کوئ .دا سورت د فاتحه الکتاب په نوم يادېږي اوله دې جوتېږي،چې د قرآن ټول آيتونه دپېغمبر اکرم (ص) پر وخت کې ديوکتاب په شکل کې راټول شوي ول او د پيغمبر اکرم (ص) په امر دا سورت د کتاب په پيل کې ايښوول شوى دى. دحمد د سورت په اۤيتونوکې د خداى، د صفتونو يې،معاد،د حق پرﻻر د تګ او د خداى ربوبيت او واکمنۍ ته اشاره شوى ده. همداراز په دې سورت کې موږ د خداى د اولياوو د لارې پرتګ خپله خوښي څرګنده وو او له بې لارې شويو او پرغِضب شويوخپله کرکه څرګنده وو.د حمد سورت د جسمي او روحي ناروغيو شفاکوونکى دى. علامه اميني د فاتحه الکتاب د تفسيرپه کتاب کې په دې هکله ډېرروايتونه رانقل کړى دي.
د حمد د سورت روزنيزې زده کړې
هرمومن د حمد د سورت په تلاوت کې پر بسم الله ويلو له غيرالله خپلې هېلې پرې کوي او له هغه پرته له بل چا هيله نه لري.
انسان ((رَبِّ الْعَالَمِينَ)) او((مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ)) سره احساسوي چې مربوب اومملوک دى .
د ((رَبِّ الْعَالَمِينَ)) د کلمې له لارې خپل ځان له هستۍ سره نښلوي او ورسره اړيکه پيدا کوي .
له ((الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ)) سره ځان د خداى د پراخې لوراېنې ترسيوري لاندې ويني .
((مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ)) انسان ته د قيامت ورځ رايادوي .
د((إِيَّاكَ نَعْبُدُ)) له لارې انسان شهرت غوښتنه او ځانمني له ځانه لرې کوي.
د ((وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ)) له لارې انسان يواځې له خدايه د لاسنيوي هيله لري او له هغه پرته هرڅه له خپل فکره اوباسي.
((أَنعَمتَ عَلَيهِمْ))انسان له دې لارې پوهېږي،چې د نعمت ويش د خداى په لاس کې دى او حسادت کينه بايد له ځانه لرې کړو؛ځکه چې کينه کښ د خداى پر ورمندون – قضاوت او په لاس يې د روزۍ پروېش راضي نه دى .
((اهدِنَا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ)) انسان له دې لارې د حق پر لارې د تګ غوښتنه کوي .
((صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ)) له دې لارې انسان د خداى د لارى له پلويانو سره ديووالي اعلان کوى .
((غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ)) له دې لارې انسان له باطل او باطلانو ځان بيلوي .
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
په بېلابېلو خلکو او قومونو کې دا رسم دى چې کارونه د خپل مشر پر نوم پیلوى،چې خورا درناوى يې کوي،چې کارونه يې په مبارکۍ پيل شي او پاى ته ورسېږي .البته هرڅوک د خپلو اندونو او ګروهو پر بنسټ،چې ښایي سم يا ناسم وي،عمل کوي.ځينې خلک د بوتانو او طاغوتانو پر نوم کارونه پيلوي او ځينې نور يې د خداى پر نوم او د خداى د اولياوو په لاس. نن سبا رواج دا دى چې د مهمو ودانيو د بنسټ ډبره مهم وګړي ږدي او يا يې د بنسټ مېتې په سترو شخصيتونو وهي . د خندق په جنګ کې هم د خندق د کنلولپاره لومړى مېتې پېغمبر اکرم (ص) په خپل لاس وهلى و.
((بسم الله)) د وحى د کتاب پيل دى. ((بسم الله)) نه يواځې د قرآن په پيل کې راغلى؛بلکې د ټولو آسماني کتابونو په پيل کې هم راغلى وه .
((بسم الله )) د ټولو انبياوو دعمل سرلوحه وه،کله چې د نوح علیه السلام بيړۍ د طوفانونو په څپو کې روانه شوه ،نوح علیه السلام خپلو يارانوته وويل : سواره شئ.
وَقَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِسْمِ اللَّهِ مَجْريها وَمُرْسَاهَا إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَحِيمٌ ( هود\٤١) = او هغه وويل : (( د خداى په نامه په هغې كې سپاره شئ! او د بېړۍ د روانېدو او درېدو پر وخت هغه ياد كړئ، چې پالونكى مې بښونكى (او) مهربان دى .))
سليمان علیه السلام هم چې د سبا ملکې ته د خداى د منلو بلن ليک ولېږه ؛نو په پيل کې يې ((بسم الله الرحمن الرحيم)) ليکلى و.
حضرت على وايي: ((بسم الله)) د کارونو د برکت لامل دى اوپرېښوول يې د چارو د ناخوالۍ لامل دى.(بحارالانوار،۷۶/ ۳۸۵) يوکس د((بسم الله)) جمله ليکله حضرت علي ورته وويل : ((په ښه توګه يې وليکه)) . د کارونو په پيل کې بايد((بسم الله)) وويل شي،د ډوډۍ خوړلو،وېده کېدو ،سپرېدو ،نکاح او نوروکارونو په پيل کې بايد((بسم الله)) وويل شي. که څاروى د((بسم الله)) له ويلو پرته حلال شي ؛نوغوښه يې حرامه ده او دا راښي ،چې د موحد انسان خواړه هم بايدالهي لورى ولري .
هر کار ولې بايد پر ((بسم الله)) پيل کړو؟
يوه کارخانه پرخپلو محصولاتو يوه ځانګړې نښه لګوي ؛د بېلګې په توګه د چيني لوښو کارخانه پر خپلو وړو او غټولوښو ځانګړې نښه لګوي او همداراز هر هېواد ځانګړى بېرغ لري ،چې د وزارتونو او پوځي غنډونو او د مامورينو پر ميزونو ايښوول شوى وي.
د خداى نوم او د خداى يادونه هم د مسلمانۍ نښه ده او دا نښه ((بسم الله)) ده اومسلمان په هر کوچني او ستر کار کې، په هر ځاى لکه جومات او کارخانه کې، په هر وخت لکه سهار او ماښام کې دا مبارکه کلمه وايي؛نو ځکه په يو روايت کې راغلي ((بسم الله)) مۀ هيروه که ان يو بيت شعرهم ليکې. په يوبل روايت کې راغلي که څوک په لومړى ځل ماشوم ته ((بسم الله)) وښي ؛نو اجر او ثواب لري .[ تفسيربرهان ١ / ٤٣ ] .
ايا ((بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ)) د حمد د سورت برخه ده او که مستقل اۤيت دى؟
که څه هم ځينې ((بسم الله)) د سورت برخه نه ګني او په لمانځه کې يې نه لولي ؛خو داسې کسان د مسلمانانو تر نيوکو لاندې راغلي دي . وايي يوه ورځ معاويه په لمونځ کى ((بسم الله)) ونه ويله خلکو پرې نيوکه وکړه او ويې ويل اۤيت دې پټ کړ که هېر دى کړ [مستدرک حاکم ٣ /٢٣٣ ] .
فخررازي په خپل تفسيرکې شپاړس دليلونه راوړي او وايي چې ((بسم الله)) د حمد دسورت برخه ده . ((آلوسى)) هم په خپل تفسيرکې همدا شان ګروهه لري .امام احمدحنبل هم په خپل مسندکې ((بسم الله)) د سورت برخه ګڼلې ده . د اماميه شيعه له نظره ((بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ)) يو مستقل آيت دى او د سورت برخه ده .امامانو به ټينګارکاوه چې په لمانځه کې دې ((بسم الله)) په لوړغږ وويل شي .امام محمد باقر د هغو په هکله چې د((بسم الله)) اۤيت به يې نه وايه او يا به يې د سورت برخه نه ګڼله وايي : د قرآن غوره آيت يې پټ کړ.(مسنداحمدبن حنبل ٣/ ١٧٧ –٤/ ٨٥ )
اندیال شهید استاد مطهرى د سورت حمد په تفسير کې ليکي : ابن عباس ،عاصم کسائى ابن عمر،ابن زبير،عطا،طاووس ،فخررازي اوسيوطي هغه کسان دي چې ((بسم الله)) د سورت برخه ګڼي .
البته ((بسم الله)) د سورت توبه په پيل کې نه ده راغلى او د حضرت علي په وینا د ((بسم الله)) ویی- کلمه د رحمت اوخونديتوب ویی ده،چې د مشرکينو له برائت سره اړخ نه لګوي .
بِسْمِ اللَّهِ
((بِسْمِ اللَّهِ)) د الهي رنګ او زموږ د توحيدي لوري او دريځ ښودونکې ده .
((بِسْمِ اللَّهِ)) د توحيد رمز دى او پر نورو نومونو د کار پيل د کفر رمز دى.
د کارپه پيل کى د خداى له نوم سره د بل چا نوم اخيستل د شرک نښه ده ،د خداى له نوم سره بل نوم بايد وانه خېستل شي اوهمداراز دهغه له نوم پرته هم بايد د بل چا نوم وا نه خيستل شي . د((سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ)) مانا دا ده،چې ان د خداى نوم هم بايد له هرډول شريکه پاک وي .
(( بِسْمِ اللَّهِ)) د پايښت او د دوام رمز دى اوهرڅه چې الهي رنګ ونه لري ؛نو فاني به وي.
وَلاَ تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلهاً آخَرَ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ كُلُّ شَىْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (قصص / ٨٨ ) =(( او له الله سره بل معبود مۀ بله،چې له هغه پرته بل معبود نشته،دهغه له (سپېڅلې) ذات پرته نور ټول څېزونه هلاکېدونكې دي حاكميت يواځې د هغه دى او تاسې ټول د هغه لورې ته ورګرځول کيږئ. ))
((بِسْمِ اللَّهِ)) له خداى سره د مينى اوپرې د توکل رمز دى.
((بِسْمِ اللَّهِ)) له پېسمنۍ- تکبر لرې والى دى او د خداى په درګاه کې دعجز اظهار دى .
((بِسْمِ اللَّهِ)) د خداى په نامه د ټولو کارونو سمبالول دي .
((بِسْمِ اللَّهِ)) کارونو ته سپېڅلتيا وربښي .
((بِسْمِ اللَّهِ)) د خداى د تلپاتې يادونې رمز دى اوهغه دا،چې خدايه موږ به دې په هيڅ حال کې هېر نه کړو.
((بِسْمِ اللَّهِ)) د انسان موخه بيانوي او وايي چې خدايه ! موخه مې خلک ،دنيا اوهوسونه نه؛ بلکې ته يې.
((بِسْمِ اللَّهِ))؛ يعنې دا چې يواځې له تا لاسنيوى غواړو.
((بِسْمِ اللَّهِ)) دا راښئ،چې د سورت منځپانګه د حق له مبداء او د رحمت له مظهره نازله شوى ده .
د ((الله)) ویی – کلمه
ځينى وايې چې د((الله)) ویی- کلمه د ((اله)) له جرړې راپيدا شوى ،چې د عبد مانا ورکوي؛ځکه وايي چې ((الله))؛يعنې واقعى معبود. ځينې نور وايي چې د((الله)) ویی له ((وَلهٍ )) پيدا شوی،چې د زړه باېلنې ،ميني او حيرت مانا ورکوي؛ځکه د ((الله)) ویی؛يعنې سپیڅلی ذات،چې جذبې يې ټول ځان ته حيران کړي دي .
پام مو وي چې خداى يا خداوند د((الله)) د ویی بشبړه ژباړه نه ده ؛ځکه خداى په اصل کې ((خوداى)) دى ،چې په فلسفه کې ورته ((واجب الوجود))وايي. د خداى ویی د خاوند په مانا هم ده.پاتى دې نشي چې خاوند يا ((واجب الوجود)) د((الله)) د ویی بشپړه ژباړه نه ده ؛بلکې ((الله)) يعنې هغه ذات چې دعشق او ستاينې وړ وي؛ځکه د ټولو کمالاتو لرونکى دى. په قرآن کې د خداى لپاره سل نومونه راغلي چې تر ټولو پکې د ((الله)) نوم جامع دى .اصولاً د خداى هرنوم يې يوصفت ته اشاره کوي او يواځې نښه یې نه بلل کېږى.
د وګړويو نومونه بېلا بېل دي. ځينې نومونه يې يواځې نښه دي او د نوم مانا کېداى شي د وګړي له صفتونو سره سر و نه خوري اوځينې وخت د يو بل ضدهم وي. د بېلګى په توګه که د يو دروغجن سړي نوم صادق وي. داسې هم کېږي چې د يو کس نوم يې له صفت سره اړخ لګوي لکه د ريښتين سړي نوم،چې صادق وي .ځينې نومونه د ساعت د زنګ په شان يواځې د وخت ښوولو ته ښه وي؛خوځينې اوازونه هم نښې وي او هم منځپانګه لري لکه د مؤذن غږ.
وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُواْ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَآئِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ( اعراف / ١٨٠ )(( او د “الله” غوره نومونه دي، چې په همدې يې راوبلئ او هغوى پرېږدئ ،چې نومونه يې اړوي (او پرنورو يې ږدي او شريك ورسره پيدا كوي)، ژربه د خپلو كړو بدله ومومي .))
په روايتونو کې د خداى( ٩٩) نومونه راغلي،چې د ( اسماءحسنى ) ترعنوان لاندې معرفي شوي او که څوک خداى پر دې نومونو ياد کړي ؛نودعا به يې قبوله شي.( تفسيرنمونه ٧ / ٢٧ )
تر ((الله)) وروسته د((رحمن او رحيم ))د دوو وییو د راتګ رمز دا دى،چې انسان بايد خپل کار د خداى په هيله او رحمت پيل کړى او پوه شي ،چې د ټولوهيلو او رحمتونو منشاء خداى دى. د رحمت په ټکو د کار پيل د دى ښکارندوى دى،چې الهي اصل او بنسټ پر رحمت او لطف ولاړدى اوغوره ده ،چې انسان يې درحمت له چينې مرسته وغواړي. ((رحمن)) د خداى ځانګړى نوم دى؛ځکه رحمت يې تلپاتې او پراخه دى. نور خلک يا رحمت نه لري او يا هم پراخه نه وي. که نورخلک څه بښي د دنيوي او اخروي اجرپه تمه به وي. د مثال په توګه غوا اوزې يا ميښې ته واښه ورکوي چې راويې لوشي.
الْحَمْدُ للّهِ
حمد،مدح ،او شکرکه څه هم داټول يوه مانا لري ؛خو دا هر يو په ځانګړي ځاى کې کارول کېږي. د ساري په توګه د مدح ویی د ستاينې په مانا ده دا ستاينه کېداى شي د حق وي ،کيداى شي د غوړه مالۍ لپاره وي ،کېداى شي د يو کس کمالونو ته وي اوکېداى شي ويرې او طمع ته وي. د شکر ویی د هغه خير او نعمت پر وړاندې ويل کېږې،چې له نورو انسان ته رسيدلې وي ؛نو د حمد په ویی کې له ستاېني او مننې سربېره يوه بله مانا هم شته اوهغه عبادت دى. کوم تکرار او ستاينه چې دعبادت حد ته ورسېږي هغه حمد دى؛ځکه د نورو مدحه اومننه جايزه ده ؛خو حمد يواځې خداى ته وي؛ځکه چې عبادت يواځې خداى ته دى.
تر (( الحمدالله)) وروسته د خداى څلورصفتونه راغلي دي . ((رَبِّ الْعَالَمِينَ . الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ . مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ )) او دا دى ښکارندوى دي،چې انسان بايد د دې پېرزونو او د الهي ستروۍ له کبله هم د خداى حمد ويوونکى اوسى. له دې څلوروصفتونو مخکې د((الله )) ویی راغلې ده ؛يعنې حمد يواځې خداى ته دى؛ ځکه يواځې هغه د حمد وړدى.
رَبِّ الْعَالَمِينَ
خداى د ټولې هستۍ پالونکى دى . څه چې په ځمکه اۤسمانونو او ددې په منځ کې دي هغه يې پالونکی دى.
رَبُّ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيّاً( مريم / ٦٥ ) = [ (او هغه) د اسمانونو او ځمكې او ټولو هغو شيانو پالونكى دى چې د دوى ترمنځ دي،هغه ولمانځه او په عبادت كې يې زغمناكه اوسه ايا هغه ته كوم سيال پېژنې؟]
قُلْ أَغَيْرَ اللّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ وَلاَ تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلاَّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ( انعام / ١٦٤ ) = [ (ورته) ووايه : (( ايا زه له الله پرته بل پالونكى ولټوم، حال دا چې هغه د ټولو څيزونو پالونكى دى؟! او څوك چې څه (بد) كوي (د زيان) مسؤول يې هغه پخپله دى او هېڅ ګناهكار د بل د ګناه پيټئ نۀ وړى،)) بيا تاسې ټول دخپل پالونكي لوري ته ورستنېږئ؛نو له هغه به مو خبركړي چې تل مو پکې شخړې کولې.]
حضرت علي دعالمين د تفسيرپه هکله وايې : هغه د جماد ،ځناورو، ساکښ اوبې سا څيزونوخداى دى.
که څه هم په قرآن کې له عالمين څخه مطلب ځينې وخت انسانان وي؛خو په زیاتره ځايونو کې عالم د مخلوقانو په مانا دى اوعالمين د ټولو مخلوقاتو پر مانا استعمال شوى. له دې اۤيته پوهېدلى شو،چې هغه د ټولې هستۍ پالونکى دى او کومه ګروهه،چې د جاهليت پر وخت په ځينې ولسونو کې وه او ويل به يې،چې هرډول موجوداتو ته ځانګړى خداى شته؛نو دا يو باطل فکر دى. خداى ټول موجودات پېدا کړل او وروسته يې ورته د بشپړتيا او ودې ﻻر وښووه او په دې لار کې ورته لارښوونه هم کوي .
قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى ( طه /٥٠ ) =(( ويې و يل : (( زموږ پالونكى هغه دى، چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل جوړښت وركړ، بيا يې ورته لار وښووه .))
هغه د شاتو مچۍ ته وښوول،چې کوم بوټى وروي او د انسان بدن يې داسې پيدا کړ،چې وينه پخپله جوړه کړي.
هو! خداى د ستاينې او مننې وړ دى.
د انسان ځانګړنه دا ده چې د جمال ،کمال او ښکلا ستاينه کوي او پر احسانونواونعمتونويې شکراوباسي،خداى د کمال ،جمال ،احسان او نعمتونو له کبله د شکر کولو وړ دی.له خدايه شکر د مخلوق له شکرسره کوم ضديت نه لري؛خو شرط يې دا دى چې دا شکر د خداى پر امر وي او په لارکې يې وي .
((رَبِّ الْعَالَمِينَ)) ؛يعنې له مخلوقاتو سره د خداى اړيکه تلپاتې او نږدې ده .
((رَبِّ الْعَالَمِينَ)) ؛يعنې ټولو ته د روزنې او ودې امکان شته، نه يواځې ښه ؛بلکې بد کسان هم له الهي نعمتونو ګټه اخلې.
كُلّاً نُّمِدُّ هؤُلاَءِ وَهؤُلاَءِ مِنْ عَطَاءِ رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاءُ رَبِّكَ مَحْظُوراً( اسراء / ٢٠ ) = ((موږ دواړو (ډلو:) هم دغو او هم هغو ته خپلې مرستې ډالۍ كوو او ستا د پالونكي وركړه هېڅكله (له چا) منع شوې نۀ ده.))
خداى وايي:موږ د ټولو لاسنيوى کوو، ډګر مو ټولو ته پرانيستى،چې هر څوک خپلو موخو ته ورسېږي.البته دنيا له خنډونو ډکه ده او دا طبيعي ده ،چې هرڅوک خپلې ټولې هيلې لاس ته نشي راوړاى.
((رَبِّ الْعَالَمِينَ))؛يعنې خداى هم د هستۍ مالک دى او هم يې مدبر دى د ((رب)) ویی يا د ((ربي)) له جرړې اخستل شوي او د ودې او روزۍ مانا ورکوي او يا هم د ((رب)) له ویی اخستل شوی،چې د خاوند پر مانا دى ؛نو خداى هم د نړۍ څښتن دى هم مربي او هم يې مدبر دى.
إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّماوَاتِ والْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثاً وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ( اعراف\٥٤) = [ ((په واقع کې ستاسې پالونكې همغه ” الله ” دى، چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو ] كې پيدا كړل، بيا د هستۍ پر سنبالنه لګيا شو، د شپې (په نرى پردې ) د ورځې رڼا پټوي او بيا شپه په ورځې پسې په منډه راځي او لمر و سپوږمۍ او ستوري يې پيدا كړل، چې د هغه د امر تابع دي. پوه شئ چې پيدايښت او( دنړۍ) سنبالنه د ” الله ” (او په امر يې) دى، مبارک (او پايند) دى هغه خداى چې د (نازواله) نړۍ پال دى .]
د روايتونوله مخې ((الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) د خداى له نعمتونو د شکر ايستنې غوره لار ده او سپارښتنه شوى له هرې دعا مخکې د خداى حمد ووايئ او که نه، دعا ناحقه ده.نه يواځې د کار په پيل کې؛بلکې جنت مېشتي هم د کارپه پاى کى دا شعار وايې :
دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ( يونس\١٠)= [ په جنت كې به د هغوى وينا (او دعا) دا وي چې : (( سبحانك اللهم (خدايه ! تۀ پاك او سپېڅلى يې ) )) او هلته به يې درود ويل ((سلام )) وي او خپله دعا به په ((الحمدلله رب العالمين = ټوله ثنا ستاېنه يواځې نړۍ پال ته ده! )) پاى ته رسوي.]
الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ
بښونکى او مهربان د پورتنۍ ویی بشپړه ژباړه نه ده ؛ځکه د اندیال شهيد مطهرى په وینا ((بښونکى مهربان)) د جواد او رئوف ،ژباړه ده، نه د ((رحمن او رحيم )) او اصلا دې دوو وییو ته ته پارسي ژباړه نه ده موندل شوی که څه هم رحمن او رحيم د ((رحمة)) له ريښې اخستل شوي؛خو ((رحمن)) د خداى پراخه رحمت ته وايي چې لومړنى دى او ټول انسانان يې په ډله کې راځى؛خو ((رحيم)) هغه رحمت دى چې د ښو کارونو په پايله کې يواځې پرنېکو خلکو نازلېږى.امام جعفرصادق وايي:خداى پر ټولو مخلوقاتو رحمن دى ؛خو يواځې پر مومنانو رحيم دی.
خداى رحمت پرځان واجب کړى دى .
قُل لِمَن مَا فِي السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ قُل لِلّهِ كَتَبَ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لاَ رَيْبَ فِيهِ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لاَيُؤْمِنُونَ ( انعام \ ١٢)= [ ورته ووايه : (( څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي، د چا دي ؟)) ووايه : (( هرڅه يواځې د خداى دي .)) هغه رحمت پرځان لازم كړى دى (؛ نو له همدې امله ) هرومرو تاسې د قيامت پر ورځ چې شك پكې نشته راټولوي .( هو) يواځې هغوى،چې ځانونه يې زيانمن کړي؛نو ايمان نۀ راوړي .]
پېغمبراو کتاب يې هم هستى ته رحمت دى.
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (انبياء \ ١٠٧) = ((او تۀ مو يواځې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې.))
روزنه او پالنه يې د رحمت پربنسټ ده اوعذاب او کيفر يې هم لکه د ښوونکى په څير د روزنې يوه لازمه ده. د ګناهونو بښل، د توبو قبلول ، د بندګانوعېبونه پټول او د تېر شوي وخت جبرانيدو ته وخت ورکول د خداى د پراخه رحمت نښې دي.هستي يې د رحمت نښه ده او هر موجود ته یې،چې له خوا څه رسېږي رحمت دى؛ځکه (د توبې له سورت پرته) د قرآن ټول سورتونه پر((بسم الله الرحمن الرحيم)) پیلېږي. د ((رب العالمين)) په څنګ کې ((الرحمن الرحيم))؛ يعنې دا چې الهي روزنه د پېرزوینې او رحمت پربنسټ ده حال داچې ښوونه يې هم د رحمت پربنسټ ده .
الرَّحْمنُ. عَلَّمَ الْقُرْآنَ ( الرحمن \١ ،۲)=(( لوروونكى (خداى)،قرآن ښودلې دى،))
او دا راته يوه زده کړه او درس دى،چې ښوونکى او روزونکي بايد تل مهربانه او رحيم وي .
مَـالِكِ يَوْمِ الدِّينِ
هغه د جزا د ورځې مالک دى . خداى هم ((مالک)) اوهم ((مَلِک)) . هستي د هغه ده او پرې واکمن هم دى.واکمني يې پراخه ده او هرڅه پکې راځي او حکومت يې هم تر واکمنې لاندې دى .
قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ(آل عمران \ ٢٦) = ووايه:((خدايه! اى د واكمنۍ خاونده! ستا چې چا ته خو ښه شي حكومت وركوې او چا ته چې دې خوښه شي بيرته يي ترې اخلې او چا ته چې دې خوښه شي عزت وركوې او څوك چې وغواړې خواروى يې،ټولې ښېګڼې ستا(د قدرت) په لاس كې دي ،ته پر هر څه قادر يې.))
لکه څرنګه چې انسان هم د خپل بدن پرغړيوهم مالک دى اوهم واکمن؛نو د خداى واکمني يا مالکيت اعتبارى او قراردادى نه؛بلکې واقعي دى.خداى هم د دنيا مالک دى اوهم د آخرت؛خوانسان په دې دنيا کې ځان د څيزونو او نورو چارو مالک ويني او اصلي مالک يې له ياده وځي؛خو پر کومه ورځ چې ټول سببونه او نسبتونه وشلېږي او پر ژبو ټاپې ولږېږې،الهي واکمني يا مالکيت به په ښه توګه احساس او درک شي؛نو انسان ته به خطاب وشي:
يَوْمَ هُم بَارِزُونَ لاَ يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ لِمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ( غافر\١٦) =[(پر هغه) ورځ چې هغوى راښكاره كېږي او هېڅ شى به يې له خدايه پټ پاتې نشي (او ويل كېږي:) نن واک (حكومت) د چا دى؟ (په ځواب كې ويل كېږي چې:) د همغه يوه قهارخداى دى.]
لمونځ کوونکى په هر لمانځه کې وايي،چې خداى ((مالک يوم الدين)) دى او له دې لارې ورته قيامت اومعاد يادېږي اوهرکار،چې کوي له پيله يې د جزا د ورځې حساب او کتاب په پام کې وي .
د((دين)) ویی – کلمه
د ((دين)) ویی په بېلابېلوماناوو کارول شوى ده.
بېلګې يې دا دي :
شريعت او الهي قانون. قرآن وايي :
إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الْإِسْلاَمُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيَاً بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللّهِ فَإِنَّ اللّهَ سَرِيعُ الحِسَابِ ( ال عمران\١٩) =(( په حقيقت كې د خداى پر وړاندې (خو يواځېنى) دين همدا اسلام ( او د حق پر وړاندې تسلېمېدل) دي او هغوى ته چې اسماني كتاب وركړ شوى و (؛نو) اختلاف ( يې پکې) ونكړ؛ خو دا چې ( پرحقانيت يې) پوه شول او هم يې پخپلو كې پر يو بل د تيري له امله داسې وكړل اوڅوك چې د خداى پر آيتونو كافر شي (؛نو خداى به ورسره حساب وكړي؛ځكه ) خداى ژرحسابى دى.))
عمل اواطاعت ، لکه قرآن چې وايي :
أَلاَ لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّهَ لاَ يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ (زمر\ ٣) = ((پوه شئ! نږه دين يواځې د الله دى او هغوى، چې له الله پرته نور پالندويان نيولي (او وايي:) ځکه يې لمانځو چې الله ته مو نژدې كړي . البته الله د قيامت پر ورځ په څه كې يې چې اختلاف درلود، ترمنځ به يې پرېكړه وكړي . په واقع كې خداى دروغجن ناشكره ته سمه لار نۀ ښيي.))
حساب اوجزا
د قيامت د ورځې نوم ((يوم الدين)) دى؛ يعنې د اجر او سزاورځ . قرآن د قيامت د نمښتو – منکرينوله خولې ليکي :
يَسْأَلُونَ أَيَّانَ يَوْمُ الدِّينِ ( الذاريات \ ١٢)= ((پوښتنه كوي چې : د جزا ورځ به كله وي؟!))
اوکله ددې ورځې د معرفى په هکله وايي :
ثُمَّ مَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ (انفطار \١٨ ) = بيا تۀ څه پوهېږې، چې دجزاورځ څه ده ؟!
يَوْمَ لاَ تَمْلِكُ نَفْسٌ لِنَفْسٍ شَيْئاً وَالْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِلَّهِ (انفطار \١٩ )= (( داسې ورځ ده چې هېڅوك د يو بل په ګټه څه نشي كولاى او په هغه ورځ ټولې چارې يواځې د خداى په واك كې وي. ))
((مالک يوم الدين)) لمونځ کوونکى ته يو خبردارى وى،چې سر له ننه د صبا ورځې په غم کې اوسه .
يَوْمَ لاَ يَنفَعُ مَالٌ وَلاَ بَنُونَ ( شعراء \٨٨) = (( پر هغه ورځ چې مال او اولاد (هېچاته) څه ګټه نشي رسولاى))
صبا به مال شتمني او اولاد ګټه ونه لري.
لَن تَنفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلاَ أَوْلاَدُكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَفْصِلُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (ممتحنه \ ٣ ) = ((د قيامت په ورځ به ستاسې خپلوان او اولادونه تاسې ته هېڅ ګټه در ونه رسوي (خداى) ستاسې تر منځ بېلتون راولي او څه چې كوئ خداى يې ليدونکى دى. ))
صبا به خپل خپلوان هم ګټه ونه لري . صبا به ژبه عذر غوښتو ته اجازه و نه لري .فکر به تدبيرته فرصت ونه لري.صبا به يوڅيزکار سازى وي اوهغه د خداى پیرزوینه ده.((مالک يوم الدين)) له ((الرحمن الرحيم)) سره په څنګ کې ايښوول شوى او دا د دې ښکارندوى ده،چې وېره اوهيله هم بايد د يو بل په څنګ کې وي.پر شا ټپول او غندل بايد د يو بل په څنګ کې وي.قرآن په يو بل ځاى کې وايي :
نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ. وَأَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الْأَلِيمُ ( حجر\٤٩ ،۵۰) = ژباړه: ((زما بندګان خبركړه، چې بېشكه يواځې زه ډېر بښونكى (او) لورين يم؛ او دا چې زما عذاب همغه دردناك عذاب دى.))
په يو بل ايت کې قرآن خداى داسې معرفې کوي:
غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ ( غافر \ ٣ ) ((هغه خداى، چې د(ګناه) د پايلو بښونكى او توبه قبلوونكى سخت سزا وركوونكى (او) پانګوال دى، له هغه نه پرته بل هېڅ معبود نشته او يواځې د هغه لورې ته (ستاسې د ټولو) ورګرځېدل دي.))
په هرحال ((الرحمن الرحيم)) هيله ورکوونکى دى . او ((مالک يوم الدين)) وېره ورکوونکى دى او مسلمان بايد په وېره اوهيله ،خوف او رجاء کې وي ،چې مغرور نشي او همداراز له الهي رحمته نهيلى هم نشي.
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ
((خدايه ! يواځې تا ستايواو يواځې له له تا مرسته غواړو.))
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ))؛ يعنې دا چې يواځې ستا بنده يم د نورو نه. دا غونډله – جمله دوه اړخه لري .يو دا چې د خداى د بندګۍ زباد – ثبات دى او بل له هغه پرته د بل چا د بندګۍ نفى ده.هو! بشپړ ايمان هغه دى چې پرخداى ايمان ولرى او پر طاغوت کفر ووايى.څوک چې پرخداى ايمان لري او د طاغوت واکمني هم مني،نيم مسلمان او ښایي نامسلمان وي او دا به يو بنديوان مسلمان وي. د شرک له مداره د تښتېدو په موخه بايد د ځواک او یووالي مرکز ته پناه يوسو؛ځکه لمونځ کوونکى په لمانځه کې ځان يواځې نه ويني او د ځان په غم کې هم نه وي؛بلکې ښایي د ټولو موحدينو له اړخه خبرې کوي او وايي:خدايه ! زه په يواځې ځان د غوره عبادت کولو وړتيا نه لرم او د مسلمانانو په ډله کې راغلى يم او ټول دې بندګي اوعبادت کوو. نه يواځې زه؛بلکې موږ ټول له تا لاسنيوى غواړو؛نوځکه په اصل کې لمونځ بايد په جمعه وشي اوځانته لمونځ په وروستي او بل پړاو کې راځي .
مخکېنيو آيتونو موږ ته الواکي – نظري توحيد او د خداى سمه پېژندنه راوښووله. دا آيت عبادي اوعملي توحيد راوړاندې کوي او وايي،چې نه يواځې دخداى يووالى وپېژنه؛بلکې په عمل کې هم يواځې د خداى عبادت وکړه. ولى ((رحمن)) ،((رحيم))،((رب)) او((مالک)) خداى پرېږدې او د نورو بندګي کوې؟يواځې د خداى بنده اوسه د شرق اوغرب د زر، زور او طاغوتانو بنده مه اوسه. ان د صالحانو او نېکو انسانانو اطاعت او بندګي به هم نه کوې؛خو دا چې خداى درته حکم کړى وي لکه څرنګه چې د پېغمبر اکرم (ص) په هکله وايي :
مَن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظاً( نساء \٨٠) = چا چې د پيېغمبر اطاعت وكړ؛ نو د خداى اطاعت يې كړى دى او چا چې ترې مخ واړو؛نو ته موږ ساتونكى(او څارونكى) نه يې لېږلى ( او دهغوى پر وړاندى مسوول نه يې)
که د موروپلار اطاعت کوو؛نو د خداى پر حکم يې کوو او په حقيقت کې د هغه اطاعت کوو. انسان بايد دعقل له مخې يواځې د يو خداى بندګي ومني؛ ځکه موږ انسانان دکمال مينوال او عاشقان يو او روزنې او ودې ته اړتيا لرو او خداى د ټولو کمالاتو څښتن دى او د ټولو رب دى. که مينې او محبت ته اړتيا لرو هغه ((رحمن)) او((رحيم)) دى او که له لرې راتلوونکي وېره لرو؛نو د قيامت د ورځې مالک او د اختيار خاوند دى؛نو ولې په نورو پسې ولاړ شو او ورنه مرسته وغواړو؟
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ))؛يعنې له خلکو سره يم اوله تا پرته مې پربل چا زړه نه دى تړلى .د مسلمانانو له ټولګي لرې نه ځم،چې ستا مخلوقات هېرنه کړم او په ټولنه کې هم نه ويلي کېږم،چې تا(خالق) هېر نه کړم؛بلکې پوهېږم چې تا ته د درسېدو لار په خلکو کې تيره شوى ده.
((وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ)) هغه وسايل چې تاپيدا کړي ګټه ترې اخلم ؛خو پوهېږم د هرې وسېلې اغېز او سبب ستا په لاس کې دي. ته هم سبب جوړورنکى يې اوهم سبب سوځوونکى،هم يوڅيز د سبب په توګه ټاکې اوهم کړاى شې ترې اغېز واخلې.ستا اراده پرټولو قوانينوواکمنه ده او طبيعت ستا تر ارادې لاندې دى.
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ))؛يعنې دا چې يواځې ته د ستاينې وړ يې او موږ له طمع او وېرې نۀ؛ بلکې د مينې اوعشق له مخې ستا عبادت کوو. له تا پرته به بل څوک موږ ته نږدې وي او پرموږ به لوراند وي.
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ))؛يعنې نه جبر او نه تفويض؛کله چې وايو ((نَعْبُدُ)) مطلب دا چې د اختيار خاوند يم او کله،چې وايو ((نَسْتَعِينُ))؛نو مطلب دا چې اړين يو او ټولې چارې مو په اختيار کې نه دى.
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ))؛يعنې لمونځ په جمعه کوو او په يو صف کې له مسلمانانو سره ورورنه، برابر اوهمغږي يو .
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ))؛يعنې خدايه زه تا حاضر او ناظر وينم اووايم: ((إِيَّاكَ)).
د حمد د سورت له پيله مو په غيابي توګه له خداى سره خبرې کوى ؛خو دلته حضور اوخطاب ته رسو. لومړى د خداى له صفتونو سره اشنا کېږو؛ خو ورو ورو ورته ورنږدې کېږو،له خپل محبوب سره خبرې اترې ډېرې خوږې وي؛ځکه څو څو ځلې د((إِيَّاكَ)) ویی وايو .
خدايه ! که څه هم عبادت موږ کوو؛خو په عبادت کولو کې هم له تا مرسته غواړو.
وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِنْ غِلٍّ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلاَ أَنْ هَدَانَا اللّهُ لَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ وَنُودُوا أَن تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ( اعراف \ ٤٣)= ((او له زړونو يې خيري (او کينې) راوباسو( چې په پاك زړۍ او مينه کې ژوندوكړي ) او د هغوى تر (ماڼيو او ونو لاندې) ويالې بهيږي او وايي :(( ستاېنه يواځې الله ته ده، چې موږ ته يې (دې) مقام ته ( د ايمان په وسيله د رسېدو) سمه لار وښوده او كه خداى موږ ته سمه لار نۀ واى راښوولې؛ نو دا (مقام) زموږ په برخه كېداى نشو. په رښتيا چې زموږ د پالونكي استازيو حق راوړى و .)) او پر دغه وخت پرې غږ كېږي چې :(( دا جنت مو دهغو کړنو له امله په ميراث يووړ چې تل مو کول .))
که څه هم يواځې له هغه مرسته غواړو؛خو له هغه پرته مرسته که دهغه په خوښه وي ؛نو کوم باک نه لري؛ لکه څرنګه چې انسان د خپل اند او استعداد له قوې ګټه اخلي ؛نو دا امر له توحيد سره کوم منافات او ضديت نه لري خداى موږ ته حکم کړى:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللّهِ وَلاَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلاَ الْهَدْىَ وَلاَ الْقَلاَئِدَ وَلاَ آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِن رَبِّهِمْ وَرِضْوَاناً وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوا وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُوا وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ. ( مايدۀ\٢) = (( مؤمنانو ! د دين د نښو او الهي پولو( او د حج د مراسمو) او د(هرې يوې ) حرامې مياشتې درناوى وكړئ او د قربانيو په نښه او بې نښو شويو څارويو ته لاس مۀ غځوئ او هغوى (هم) مۀ ځوروئ، چې د خپل پالونكي د فضل په لټه كې او د خوښۍ لپاره يې د(( بيت الله )) پر لور ځي؛ خو چې له احرامه راووتلئ، ښكاركولاى شئ او له يوې ډلې سره دښمني دې، چې پر تاسې يې ( د حديبيې پر كال ) د مسجدالحرام لار تړلې وه ، تاسې و نۀ هڅوي چې تېر ۍ پرې وكړئ او( تل ) په نېكيو او پرهېزګارۍ كې له يو بل سره مرسته وكړئ او (هېڅكله) په ګناه او تېريو كې ديو د بل لاسنيوى مكوئ او د خداى (د فرمان له مخالفته) ځان وساتۍ؛(ځکه) چې خداى سخت عذابى دى.))
؛داځکه چې ژوند له تعاون او مرستې پرته امکان نه لري. يوکس دعا کوله ! خدايه ! ما خلکوته اړين نه کړې. پر دې وخت حضرت علي راغى او ويي ويل : ووايه چې خدايه ! ناوړه خلکوته مې اړين نه کړې ؛دا ځکه چې ژوند بې له مرستې او لاسنيوي ناشونی دى.
څوک چې په صداقت ووايي : ((إِيَّاكَ نَعْبُدُ))؛ نو اروا به يې پېسمني – کبر، ښاڅمني- غرور او ځانمني و نه لري او د خداى د حکمونو پر وړاندې به تل سرټيټى وي.پوهېږئ چې خداى ورسره ډېرلطف کړى او وايي: زه دې بنده او ته مې مولايي، بې له تا بل څوک نه لرم،ته مې عبادت ته اړتيا نه لري؛خو زه ستا پېرزونو او کرم ته ډېر اړمن يم او تل به له تا مرسته غواړم .
اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ
(( خدايه ! موږ ته دسمې لارې لارښوونه وکړې .))
د هستۍ کاروان د خداى په لورې روان دى.
وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ ( مايده\١٨)= (( او(د ټولو) ستنېدل د هغه لوري ته دي.))
او انسان هم د خوځښت اوحرکت په حال کې دى.
يَاأَيُّهَا الْإِنسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى رَبِّكَ كَدْحاً فَمُلاَقِيهِ ( انشقاق \٦) = (( انسانه! په حقيقت كې تۀ د خپل پالونكي لورې ته پوره هڅې كوې (او كړاوونه ګالې)؛نو ورسره به مخ شې..))
په هر حرکت کې يواځې يوه لار سمه وي او نورې کږې وي . اسلام ددې حرکت لپاره لار، لارښود او موخه معلومه کړى او همداراز د حرکت وسيله يې هم انسان ته ورکړى او ټاکنه او خوښه زموږ په لاسه کې ده،چې پر کومه لار ولاړشو.خداى د هرانسان په ځان او فطرت کې د ودې کمال اوحق پالنې ميل او کشش ايښى دى که دا ميل او کشش د پېغمبرانو تر ښوونې او زده کړو لاندې وروزل شي؛نو د خداى تر ځانګړى لورنې لاندې به راشي .
وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدىً وَآتَاهُمْ تَقْوَاهُمْ ( محمد\١٧) = (( او هغوى چې سمه لاره موندلي ده (خداى) يې لاپسې هدايت ډېر وې او لا يې پرهېزګاران کوي.))
قرآن دوه ډوله لارښوونې ته اشاره کوي . يو تکويني لارښوونه ده لکه د شاتو د مچۍ لارښوونه،چې څرنګه پر ګلانو کېني او شات جوړکړي.بله تشريعي لارښوونه ده چې يواځې انسانانو ته ځانګړې ده او داهماغه د پېغمبرانو لارښوونه ده .
((صراط مستقيم)) کومه يوه ده ؟
د ((صراط)) ویی په قرآن کې له څلويښت ځلو زياته راغلى ده او د اوارۍ،پراخې او ځلاندې لارې پر مانا ده. د انسان په ژوند کې ګڼې لارې دي او باید یوه پکې خوښه کړي.د هوسونو لار،د خلکو د هوسونو لار ،د طاغوتانو لار،د قومي او نژادي تعصب له مخې د نيکونو پلرونو لار، د شيطاني وسوسو لار،ناتجربه شوي لارې او د خداى او د هغه د اولياوو لار.
ګروهمن انسان له دې ټولو لارو ځنې يواځې د خداى او د هغه د اولياوو لار خوښوي. دا لار ځينې امتيازات او ګټې لري،چې نورې لارې يې نه لري. نيغه لار د دوو ټکيو ترمنځ تر ټولو لنډه لار ده؛ځکه موخې ته د رسېدو تر ټولو لنډه ده.الهي لار ثابته ده د نورو لارو پر خلاف،چې د هوسونو لارې دي اوهره ورځ پکې بدلون راځي دا لار بې خطره او مطمينه ده نورې ټولې لارې له ګواښ او خطرسره مخ دي.دا هغه لار ده چې انسان خداى ته رسوي او پکې ماتې نشته.
نېغه لار د خداى لاره ده .
إِنِّي تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ رَبِّي وَرَبِّكُم مَا مِن دَابَّةٍ إِلَّا هُوَ آخِذُ بِنَاصِيَتِهَا إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ( هود\٥٦) = (( ما پر ” الله ” توكل كړى دى،چې زموږ او ستاسې پالونكى دى، د هر خوځنده واګي ورسره دي، په رښتيا چې پالونكې مې پرسمه لار دى.))
نېغه لار د انبياوو لار ده.
إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ . عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ( يس\٣ ،۴) = ((چې تۀ په رښتيا (د خداى) له استازيو يې؛ پر سمه لاره يې.))
نېغه لار د خداى دبندګۍ لار ده .
وَأَنِ اعْبُدُونِي هذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ ( يس\٦١) = (( او دا چې ما ولمانځئ چې دا سمه لاره ده؟!))
نېغه لار پرخداى د توکل لار ده.
وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنْتُمْ تُتْلَى عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ وَمَن يَعْتَصِم بِاللّهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ( ال عمران \١٠١ ) =(( او څنګه کېداى شي چې تاسې كافران شئ ، سره لدې چې ( د وحې په لمن كې پراته ياست او ) د خداى آيتونه درته لوستل كېږي او د خداى پېغمبر په تاسې كې دى او څوك، چې پر الله ( دخداى پردين ) منګولې ښځې كړي؛ نو پر سمې لارې به وي .))
انسان بايد د لارى په ټاکنه کې له خدايه مرسته وغواړي او همداراز پرهمدې لارې د تګ په هکله هم له هغه څخه مرسته وغواړي.لکه څرنګه چې يو ګروپ تل برېښنا ته اړتيا لري،چې لګېدلى پاتې شي؛نو نه يواځې عادي خلکو؛بلکې د خداى پېغمبر او امامانو به هم په هر لمانځه کې له خدايه غوښتل،چې پر نېغه لار يې ثابت وساتي. نه يواځې په لمانځه کې؛بلکې په هر حالت او هر کار کې ،د انډيوال په ټاکنه کې، په واده کې او په زده کړو کې تل انسان بايد له خدايه وغواړي،چې پر نېغه لار يې روان کړي؛ځکه کله نا کله انسان فکر کوي چې پرسمه ګروهه دى ؛خو په عمل کې يې پښه خويېږي.
نېغه لار د اعتدال او منځلارۍ لار ده . حضرت علي وايي : ښي او کيڼ دواړه کاږه دي او نيکمرغي اعتدال او منځلاري ده.
نېغه لار؛يعنې دا چې له هر ډول افراط او تفريطه ډډه کول، نه له حقه نمښته ده او نه په حق کې غلو ده،نه جبر دى او نه تفويض، نه فرديت دى او نه په ټولنه کې ځان ويلى کول دي ،نه په ذهن کې پاتې کېدل دي او نه عمل ځپنه ده،نه دنيا ځپنه ده او نه آخرت ځپنه ،نه له حقه غفلت دى او نه له خلکو،نه عقل ځپنه ده او نه زړه سوى ځپنه، نه د طيباتو تحريم دى او نه په شهوت کې ولېدل دي،نه بخل دى او نه اسراف، نه کينه ده او نه غوړه مالي ،نه وېره ده او نه سپين سترګي.
باید په ګروهو،اندونو، کړو او چلن کې تل اعتدال او منځلاري غوره کړو. پر ((صراط مستقيم)) د تګ لپاره بايد تل له خدايه مرسته وغواړو؛ځکه دا لار له ويښتو نرۍ او له تورې تېره ده او هره شېبه د نسکوريدوخطر شته. د قيامت پر ورځ به هغه کسان د صراط له پله تېرشي،چې په دې دنيا کې له ((صراط مستقيم)) اوختي او کاږه شوي نه وي دا کوږوالی کېداى شي عملي، اخلاقي او اندیزه – فکري بڼه ولري .
يو پرجبر قايل دى اوټول کارونه پرخداى تپې او وايي،چې انسان په خپل برخليک کې هيڅ اغېز نه لري ،بې ارادې او بې اختياره دى. بل کس ځان هر څه ګڼي او د خداى اغېز نه مني.ځينې کسان الهي رهبران او مشران د عامو خلکو په شان پېژني اوځينې نور يې د خداى حد ته رسوي اوعيسى علیه السلام ته د خداى ځوى وايي او ورته خداى وايي، يو کس زيارت او د خداى اولياوو ته توسل شرک ګڼي او بل ان په ونې او دېوال پورې ځان نښلوي، يو کس د بې ځايه غيرت له مخې خپله مېرمن له کوره بهر نه پرېږدي او بل د بې غيرتۍ له کبله خپله مېرمن بې حجابه په کوڅو او بازارونو کې خوشې پرېږدي.دا هرڅه له الهي نيغې لارې کوږوالى او انحراف دى . قرآن وايي:
قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ دِيناً قِيَماً مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفاً وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ( انعام\١٦١) = ووايه : پالونكې مې ما ته سمه لاره راښوولى ده؛بيخي سم دين (چې د دين او دنيا د نيكمرغيو ضامن دى او كوم كوږوالى پكې نشته؛) د ابراهيم،حنيف دين (چې بشپړحقپال او د خداى سوچه بنده و او له خرافى مسلكونو يې مخ اړولى و ) او له مشركانو څخه نه و.))
په بل ځاى کې قرآن وايي :
وَكَذلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا إِلاَّ لِنَعْلَمَ مِن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللّهُ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَحِيمٌ ( بقره \ ١٤٣)= ((او په همدې توګه مو تاسې (چې قبله مو منځنۍ قبله ده) يو منځنى امت وګرځولئ، چې پر خلكو شاهدان اوسئ او پېغمبر پر تاسې شاهد دى او تاسې، چې پخوا كوم لوري ته مخ اړو، هغه مو يواځې ددې لپاره ټاكلې و، چې څوك په پېغمبر پسې ځي او څوك ترې شا اړوي، دا كار ډېر سخت و؛ خو نۀ هغوى ته چې خداى ورته لار ښوولې وه (او پدې هم پوه شئ چې مخكېنۍ قبلې ته ستاسې لمونځونه سم وو ) او خداى هېڅكله ستاسې ايمان [=لمو نځ ] نۀ ضايع كوي؛ځكه خداى پر خلكو ډېر زيات مهربان (او) لورونكى دى.))
په روايتونو کې راغلي چې امامانو به ويل: موږ نېغه لار يو.؛يعنې د نيغې لارې او ورباندې د تګ عيني اوعملي بېلګه اسماني مشران او رهبران دي. دوى تل د ژوند په ټولو اړخونو لکه په کار، تفريح،زده کړې،نيوکې،انفاق ،د مينې اومحبت اظهار،سوله او غوسه کې موږ ته د منځلارۍ سپارښتنه کړى ده .
په ځينو آيتونو کې پرمنځلارۍ ټينګارشوى دى.
يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلاَ تُسْرِفُوا إِنَّهُ لاَيُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ ( اعراف \ ٣١) . = د آدم ځوځاته ! چې كله جومات ته ځى ؛ نو خپله ښكلا له ځانه سره واخلئ او ( له الهي نعمتونو) وخورئ او وڅښئ؛خو(بې ځايه) لګښت مكوئ، چې لګښتيان د خداى نۀ خوښيږي.))
وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُوماً مَّحْسُوراً .)) (اسراء \٢٩) = او خپل لاس دې ترغاړې مه تړه (او ښندنه او بښنه مۀ پرېږده) او مۀ يې له حده زيات غځولى پرېږه ده،چې پړ او پښېمانه پاتې شې .
وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلهاً آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذلِكَ يَلْقَ أَثَاماً ( فرقان \ ٦٨) = او هغوى چې له الله سره (د لمانځنې لپاره) بل معبود نۀ بلي او هغه نفس په ناحقه نۀ وژني، چې(وژل يې) خداى حرام كړى وي او نۀ زناكوي او څوك چې دغه كارونه وكړي (دخپلې ګناه) سزا به وګوري.
قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَانَ أَيّاً مَا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْماءُ الْحُسْنَى وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاَتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذلِكَ سَبيلاً (-اسراء \ ١١٠ ) = تاسې يې (( ((الله)) وبولئ که يې ((رحمن)) وبولئ، په هرنامه، چې يې وبولئ (سپېڅلى ذات يې يو دى او) هغه د غوره نومونه څښتن دى.)) او لمونځ دې مۀ ډېر جګ او مۀ ډېر ورو وايه او د دواړو ترمنځ (منځلارې) اوسه.
مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعاً سُجَّداً يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً سِيَماهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً (فتح \ ٢٩) = محمد(ص) د خداى استازى دى او هغه كسان چې ورسره دي،پر كافرانو ډېر سخت (او) پخپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي، تۀ به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او پدې عبادت) د خداى فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. هغوى په تورات او انجيل کې په همدې ځانګړنو ياد شوي دي، دوى هغه كښت ته ورته دي، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راوباسې،بيا خپله ملا ټينګه كړي،بيا كلك شي،بيا (د ښې ودې له امله) پر خپلو ډډونو درېږي چې بزګران ورته حيرانېږي. (همدغسې د محمد(ص) ياران له کمزورۍ ځواک ته رسي) چې كافران پر بيا وړتيا يې له غوسې وسوځي! هغوى چې ايمان راوړى او ښه (كارونه) يې كړي دي (؛نو) خداى ورته د بښنې او لوى اجر وعده وركړې ده.
وَأَقِيمُوا الْصَّلاَةَ وَآتُوا الْزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الْرَّاكِعِينَ (بقره \ ٤٣)= (( او لمونځ (په ښه شان) وكړئ او زكات وركړئ او له ركوع كوونكيو سره ركوع وكړئ (او لمونځ پر جمعى وكړئ))
؛يعنې هم له خالق سره اړيکه اوهم له مخلوق سره اړيکه .
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (بقره\ ٨٢) = ((او هغوى چې ايمان راوړى او نېكې چارې يې كړي دي، جنتيان دي ،چې تل به پكې وي.))
هم ايمان او د زړه باور مهم دى اوهم نيک عمل اوچلن.
قرآن وايي :
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لاَتَعْبُدُونَ إِلَّا اللّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْناً وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلاً مِنْكُمْ وَأَنْتُمْ مُعْرِضُونَ (بقره \ ٨٣) = ((او( در ياد كړئ ) داسراييلو له اولادې مو ژمنه اخېستې وه، چې(( له خداى پرته به د هېچا عبادت نكوئ، له مور و پلار او خپلو خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو سره به غوره چلن كوئ ،خلكو ته ښې خبرې كوئ ،لمونځ كوئ او زكات وركوئ.)) بيا ( سره لدې چې ژمنه موكړې وه) له لږو پرته تاسې ټولو سروغړاوه او( په خپل تړون له وفا مو) مخ واړو.))
وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْناً وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلاَ تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ( عنکبوت \ ٨ ) = (( او موږ انسان ته سپارښتنه كړى ده، چې له خپل موروپلار سره نيكي وكړه او كه هغوى (مشركان وي او) هڅه وكړي، چې ته له ما سره هغه څه شريک کړې، چې ته يي زما د شريک په توګه نه پيژنې؛ نواطاعت يې مۀ كوه ، تاسې ټول زما لورې ته راګرځئ او تاسې به له خپلوكړو نه خبركړم.))
دوستي هم نبايد تاسې له حق ويلو وژغوري.
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيّاً أَوْ فَقِيرَاً فَاللّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلاَ تَتَّبِعُوا الْهَوَى أَن تَعْدِلُوا وَإِن تَلْوُو أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيراً ( نسا ء \ ١٣٥). = ((مؤمنانو! په انصاف پوره ټينګ درېږئ او د خداى لپاره ګواهي وركړئ،كه څه هم ( دا ګواهي ) په خپله د تاسې، يا مور و پلار او خپلوانو پر زيان وي (؛ځكه د دعوا له لوريو كه يو لورى) شتمن وي، يا بېوزلى؛خداى تر تاسې زيات دهغه خيرغوښتونكى دى، چې ملاتړ يې وكړي؛ نوځكه په خپلو ځاني غوښتو پسې مۀ ځئ چې له حقه كاږه شئ او كه (حق) مو واړاوه يا له حق ويلو مو ډډه وکړه؛ نو بېشكه څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى. ))
او دښمنى هم نبايد تاسې له عادلانه چلن منع کړي .
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا إِعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ( مايده \ ٨) = ((مؤمنانو! تل د خداى (د فرايضو) لپاره راپاڅېږئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دېته اړ نكړى چې عدالت ونکړئ؛ عدالت وكړئ چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ، څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى .))
دعاشورا په شپه امام حسين به هم دعا ګانې کولې اوهم به يې توره تيره کوله. حاجيان دعرفې پر ورځ او د لوى اختر په شپه کې دعا ګانې کوي ؛خو د اختر پر ورځې بايد د قربانۍ ځاى ته ولاړ شي ،چې له وينې سره هم آشنا شي. بالاخره اسلام يواړخيز دين نه دى ،چې يو اړخ ته پاملرنه وکړي او بل هېرکړي؛ بلکې د انسان ټولو اړخونو ته يې د منځلارۍ په حد کې پاملرنه کړى ده .
صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ
(( دهغولار،چې نعمت دې پرې پېر زوكړى دى،نه دهغو ى لار،چې پرې غوسه شوي يي او نه د بې لارې شويو لاره ! ))
لمونځ کوونکى د نېغې لارې تر غوښتلو وروسته له خدايه غواړي ،چې پرهغه لار دې روان کړي،چې د خداى له نعمتونو برخمن شوي کسان پرې تللې ول.
قرآن دا ډله کسان معرفي کوي:
وَلَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطاً مُسْتَقِيماً ( نساء\٦٨) =(( او هرومرو به مو ورته سمه لار ښوولې واى ))
أُولئِكَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِنَ النَّبِيِّينَ مِن ذُرِّيَّةِ آدَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْرَائِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَاجْتَبَيْنَا إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُ الرَّحْمنِ خَرُّوا سُجَّداً وَبُكِيّاً مريم\٥٨) = ((دا همغه پېغمبران دي، چې خداى پرې لورېنه کړې ده ،د آدم له اولادې او د هغوى له ځوځاته، چې موږ له نوح سره په بېړۍ كې سپاره كړي وو او د ابراهيم او اسراييل (يعقوب) له ځوځاته او له هغوى، چې موږ ورته لارښوونه كړې وه ” او غوره كړي مو وو او چې كله هغوى ته د رحمان (خداى) آيتونه لوستل كېدل؛ نو په ژړا به پر (ځمكه) په سجده پرېوتل. ))
؛نوځکه لمونځ کوونکي له خدايه غواړي، چې هغه دې دانبياوؤ ،شهيدانو او صالحانو په ډله کې راولې. د دې سپېڅليو او نېکو کسانو پر پل د قدم ايښوولو هيله انسان د کوږوالي او بې لارېتوب له ګواښه خوندي ساتي او ياد يې تل د لموونځ کوونکى په ذهن کې ژوندى پاتې کيږي.
غضب شوي اوبې لارې شوي څوک دي ؟
په قرآن کې فرعون،قارون،ابولهب او د عاد،ثمود اوبني اسرائيلو قومونه د غضب شويو ترعنوان لاندې معرفي شوي دي،موږ په هرلمانځه کې له خدايه غواړو،چې په ګروهه،اخلاق اوعمل کې په داسې وګړیو او ډلو کې رانشو،چې پر الهي قهر اوغضب ککړشوي دي.د بني اسرائيلو د ژوند داستان او تمدن يې په قرآن کې راغلي. په يو وخت کې يې د خپل پېر پر ټولو خلکو لوړتيا او برتري درلوده،خداى يې په هکله وايي :
يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ (بقره \ ٤٧) = ((بني اسراييلو! زماهغه نعمت درياد كړئ ،چې پرتاسې مې لورولى و او (همداراز در پريادكړئ چې) تاسې ته مې پر نړيوالو فضيلت (اوغوراوى ) دركړى و ..))
؛خو تر دې فضيلت اوغوره والي وروسته د خپل ناوړه چلن له کبله دخداى پر قهر اوغضب اخته شول . قرآن وايي :
وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَنْ نَصْبِرَ عَلَى طَعَامٍ وَاحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ مِنْ بَقْلِهَا وَقِثَّائِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ الَّذِي هُوَ أَدْنَى بِالَّذِى هُوَ خَيْرٌ اهْبِطُوا مِصْراً فَإِنَّ لَكُمْ مَا سَأَلْتُمْ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللّهِ ذلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ذلِكَ بِمَا عَصَوا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ (بقره \٦١) =[ او (هغه وخت در ياد كړئ ) چې و مو ويل، چې:(( موسى! موږ پرهمدې يو ډول خوړو بسنه نكوو له خدايه دې وغواړه، څه چې ځمكه را ټوكوي؛ له سابو،بادرنګو،هوږې،نسكو او پياز موږ ته راوټوكوي.)) (موسى ) ورته وويل : (( ايا ديوه غوره شي پر ځاى كم ارزښته څيز غواړئ ؟( ښه نو چې اوس داسې ده له دې بيابانه ) كوم ښارته كوز شئ،چې څه غواړئ هلته به يې ومومئ .)) او (خبره تردې پورې ورسېده چې ) خواري او بېوزلي ورباندې راغله او د خداى په قهر اخته شول؛ ځكه چې د خداى له آيتونو يې انكار پېل كړ او د پېغمبرانو په ناحقه وژنې يې لاس پورې كړ او دا ځكه چې ګناهكار اوتيري كوونكي وو. ))
د يهودو عالمانو اسماني حکمونه او دستورات واړول .
فَبِمَا نَقْضِهِم مِيثَاقَهُمْ لَعَنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَوَاضِعِهِ وَنَسُوا حَظّاً مِمَّا ذُكِّرُوا بِهِ وَلاَ تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَى خَائِنَةٍ مِنْهُمْ إِلَّا قَلِيلاً مِنْهُمْ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ( مايده \ ١٣ ) = ((خو هغوى د ژمنې ماتولو له امله، موږ له خپل رحمته لرې ايستل او هغوى مو سخت زړي كړل؛(داسې چې د خداى) خبرې له خپلوځايو (معناوو) اړوي او د ورکړاى شوې پند يوه برخه يې هېره كړه او هر وخت دهغوى له (نوي) خيانته خبرېږې؛ خو له هغوى ډېر لږ شمېر(چې خيانت يې ندى کړى)؛ نو هغوى وبښه او ترې تېر شه، بېشکه چې خداى نېكان خوښوي.))
سوادګرواو شتمنو حرامواو ربا ته مخه کړ.
وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَاباً أَلِيماً ( نساء\ ١٦١) =[ او( پردې سربېره) سود يې اخيسته، چې ترې منع شوي وو او په ناحقه يې د خلكو مالونه خوړل او موږ د دوى كافرانو ته ډېر درد ناك عذاب تياركړى دى. ]
اوعامو خلکو له جهاد او بلنې د ناغېړۍ او وېرې له کبله ډډه اوسرغړونه وکړه او موسى علیه السلام ته يې وويل : ته او خداى دې جنګ ته لاړشئ ،موږ (به ) دلته ناست يو .
قَالُوا يَا مُوسَى إِنَّا لَن نَدْخُلَهَا أَبَداً مَا دَامُوا فِيهَا فَاذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلاَ إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ ( مايدۀ \٢٤) . = ( بني اسراييلو) وويل :(( موسى! ترڅو چې هغوى هلته وي؛ نو موږ به هېڅكله ورنۀ ننوځوو؛ نو تۀ او خپل پالونکې دې ولاړشئ او (ورسره) وجنګېږئ، موږ به همدلته درته ناست يو))
دهمدې اندیز اوعملي انحرافاتوله کبله خداى له عزته پر ذلت اخته کړل ؛نو په هر لمانځه کې له خدايه غواړو،چې موږ د خداى د کتاب د اړونکيو ،سودخورو اوله جګړې دتښتېدونکيوو او بې لارې شويو په ډله کې رانشو. له بې لارې شويو لار ورکه وي او بې له کومې ځانګړې موخې هرې خوا ته ځي خپله اراده او اختيار نه لري.
ضالين هغه دي چې نه د ((أَنعَمتَ عَلَيهِمْ)) په ډله کې راځي؛يعنې د انبياوو او صالحانو په ډاله کې او نه د((المَغضُوبِ عَلَيهِمْ)) په ډله کې راځي؛يعني چې د خداى د دين پر ضد جنګېږي. ((الضَّالِّينَ))هغه بې پروا،بې درده او د سوکالۍ غوښونکي کسان دي،چې د څارويو په شان يواځې د خپلې خېټې او شهوت په غم کې دي.له حق او باطل سره څه کار نه لري.که پېغمبران واکمن وي او که طاغوتان،دوى ته بې توپېره ده ،دوى ته يواځې خپله توکیزه- مادي سوکالي مهمه ده.دا ډله بې لارې ده ؛ځکه ځانګړې اومعلومه لار يې ځان ته نه ده نيولي.
دا آيت د تولى او تبرى بشپړ مصداق دى . لمونځ کوونکى د حمد د سورت په پاې کې خپل عشق مينه او تولى له انبياوو، شهيدانو اوصالحانو سره بيانوي او له مغضوبينو او تاريخي بې لارې شويوخپله کينه او تبرى بيانوي.
په هر لمانځه کې له مغضوبينو او بې لارو شويو کرکه،اسلامي ټولنه د حکومتونو او واکمنيو پر وړاندې کلکه ودروي ،قرآن سپارښتنه کوي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَتَوَلَّوْا قَوْماً غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ قَدْ يَئِسوا مِنَ الْآخِرَةِ كَما يَئِسَ الْكُفَّارُ مِنْ أَصْحَابِ الْقُبُورِ ( ممتحنه \ ١٣) = ((مؤمنانو! له هغې ډلې سره دوستي مۀ كوئ چې خداى پرې غوسه شوى،په يقين هغوى له اخرته نهيلي دي،لكه په قبرونوكې پراته كافران چې نهيلي دي.))
د توحيد سورت
د توحيد د سورت اهميت
په لمانځه کې د حمد تر سورت وروسته د قرآن نور سورتونه بايد وويل شي او لمونځ کوونکى کړاى شي له څلورو سورتونو پرته چې واجبه سجده لري بل هرسورت ووايي. په دې ټولو سورتونو کې د توحيد سورت غوره دى او په روايتونو کې سپارښتنه شوی،چې د شپې او ورځې په لمونځونو کې دې انسان لږ ترلږه په يو رکعت کې دا سورت ولولي،چې د واقعي لموونځ کوونکيوو په ډله کې راشي. د دې سورت اهميت نه يواځې د قرآن د درېمې برخې هومره دى؛بلکې د زبور،انجيل او تورات د دويمې برخى هومره هم دى. ددې سورت ويل نه يواځې په لمانځه کې ثواب لري؛بلکې که چا په لمانځه پسې هم ووايه ؛نوخداى به انسان ته د دنيا او اخرت خېر ور په برخه کړي .که څه هم دا سورت کوچنى دى؛خو منځپانګه يې ډېر زياته ده.امام زين العابدين وايي:خداى پوهېده چې په راتلوونکي کې به ژور او دقيق خلک پيدا کېږي؛نو دا سورت او د حديد د سورت لومړي آيتونه يې نازل کړل.
نه يواځې په لمانځه کې پر دې سورت سپارښتنه شوي ؛بلکې بیا بیا ويل يې مؤمن د ظالمانو له شره ژغوري او د انسان کور د پېښو او خطرونو پر وړاندې خوندي ساتي.حضرت سعد بن معاذ ( رض) د پېغمبراکرم ( ص) د غښتلو يارانوله ډلې ځنې و اوس دمدينې د بقيع په هديره کې ښخ دى په جنازه کې يې پېغمبر اکرم (ص) په لوڅوپښوګډون وکړاو ويي وويل: د سعد د جنازې لپاره له آسمانه اويا زره پرېښتې راغلى دي. پېغمبر اکرم (ص) جبرائيل وپوښت : د سعد جنازې ته چې ته او اويازره پرېښتې راغلي دليل يې څه دى؟جبرائيل وويل:په هر حالت کې،که ولاړ و او که ناست ،که به سور و او که پر لار تله، تل به ئې ((قل هوالله احد)) وايه .
د دې سورت د نزول د سبب په هکله راغلي چې يهودانو، مسيحيانو او مشرکانو د خدای په اړه پېغمبراکرم (ص) پوښته،چې موږ ته دې خپل خداى معرفي او راوپېژنه،پېغمبر اکرم (ص) يې په ځواب کې دا سورت ولوست .
قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ
(( ووايه: هغه “الله”يو دى،))
توحيد د اسماني دينونو بنسټيز آر دى او پېغمبران هم دې ته راغلي،چې په خلکو کې د شرک، کفر او بوت پالۍ ټولې نښې له منځه يوسي او خلک يواځې ايکي يو خداى ته راوبلي. توحيد د ټولو پېغمبرانو د زده کړې اروا او زڼې دى.نه يواځې ګروهنې؛بلکې احکام او اخلاق هم پر توحيد ولاړدي. توحيد د کفر او ايمان ترمنځ پوله ده او بې د توحيد له منلو انسان د ايمان کلا ته نشي ننوتلى. دا سورت نږه توحيدي ګروهې بيانوي؛ځکه ورته د اخلاص سورت هم وايي. دا سورت د تثلیت په اړه هم د مسيحيانو ګروهه ردوي،هم د يهودانو شرک ردوي اوهم د جاهلي عربو ګروهه ردوي، چې ويل به يې پريښتې د خداى لوڼې دي.
توحيد؛يعنې دا چې خپل اند او کړنه بايد نږه کړو او له خداى سره څوک شريک ونه نيـسو. نه الواکي- نظري شرک او نه عملي ريا؛بلکې نيت او موخه به يواځې خداى وي او کار بايد سوچه خداى ته وي.
قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ
هغه يو دى ،دويم نه لري ،ځان غوندې بل څوک نه لري .
قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ
هغه داسې معبود دى چې په ټولوڅيزنوکې بې مثله او بې سارى دى ؛نوځکه بشر يې د ذات له درک اوفهمه عاجز او بېوسې دى. هغه يو دى او بل خداى نشته،که وى؛نو پېغمبران به يې رالېږلي و،چې خلکوته يې ورپېژندلى واى او اطاعت يې ترې کړى واى. دهغه د يووالي بل دليل دا دى،چې د ټولو انسانانو د خطرپه شېبه کې يواځې يو ځاى ته پام کېږي او زړونه يې هم لېینه- شاهدي ورکوي،چې يواځې يوځاى په کړاونو کې انسان ته هيله ورکوي . د هغه د يووالي بل دليل دا دى،چې د ځمکې او اسمان،هستۍ او انسان او د ټولو موجوداتو ترمنځ يې په دقيقه توګه اړيکې پيدا کړي دي . د لمر، سپوږمۍ،ځمکې،اوبو، باد،خاورو،غرونو، دښتو او سمندرونو ترمنځ يو ډول همغږي شته او دا همغږي د انسان له اړتياوو سره تړلې ده او دا ټول ددې نښانې دي،چې خداى ایکي يو دى .
انسان اکسېجن اخلي او کاربن بيرته ورکوي، بوټې کاربن اخلي او اکسيجن جوړوي،چې د انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو اړتياوې پوره کړي او دا همغږي د انسان اوبوټي د حيات رمز دى.خداى د ماشوم اړتياوې د موروپلار د مينې له لارې پوره کوي ،د ورځې ستړيا د شپې پر خوب له منځه وړي.د سترګو اوبه يې تروې او د خولې اوبه يې خوږې پېدا کړي،چې د مالګو پر اوبو سترګه ووينځي او د خولې پر خوږو اوبو خواړه وژوي اوهضم ته يې چمتوکړي. کوچني ماشوم ته يې رودل ښوولي او د ماشوم تر زېږېدنې مخکې يې د مور په سينه کې شوده پيدا کړي او د ټولو ساکښو روزي يې په غوره توګه ټاکلى ده .
د جمل په جنګ کې يو عرب،حضرت علي ( ک) د توحيد د مانا په اړه وپوښت،د حضرت علي جنګياليوو پرې نيوکه وکړه،چې اوس ددې پوښتنو وخت نه دى؛خوحضرت علي د جنګ په هماغه شېبه کې ورته توحيد مانا او تفسير کړ او ورته يې وويل:موږ دهمدې مانا لپاره له مخالفينو سره جنګېږو.
هو! د تاريخ په اوږدو کې د حق د پلويانومبارزه د توحيدى بېرغ د اوچتولو لپاره وه.
اللَّهُ الصَّمَدُ
(( الله” صمد دى (چې کار سازى دى او هر شى ورته اړ دی)؛ ))
صمد؛يعنې نه بدلېدونکى،زيان نه منونکې. هغه صمد دى؛نو نه ماده ده او نه توکیز- مادي دى ؛ځکه په ټولو توکیزو چارو کې د وخت په تېرېدو سره بدلون راځي. هغه جسم نه لري، چې په سترګو وليدل شي او د جاذبې د قوې په شان هم نه دى که ونه ليدل شي؛نو توکیزې ځانګړنې به ولري .هغه صمد دى،ځواک او اراده يې په هرڅيزکې نافذه اوجاري ده . هغه صمد دى د ټول عزتونه خاوند دې که څوک عزت او ځواک لري ټول دهغه له خوا دي.هيڅ څيز او هيڅ چا ته اړتيا نه لري؛خوهرڅه ورته اړين دي.هغه صمد دى،بشپړ وجود لري؛بلکې اتم اکمل دى د ټولو کمالاتو لرونکى دى.ټول موجودات کمال ته د رسېدو لپاره دهغه پیرزوینې ته ا ړين دي؛خو هغه هيڅ موجود ته اړين نه دى، فرمان اوحکم يې پر ټولو چلېږي او اراده يې پرټولو واکمنه ده خوب ته اړتيا نه لري او د کارونو په کولو کې شريک او مرستې ته اړين نه دى.
لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ
(( نه يې څوك زېږولي، او نه له چا زېږېدلى دى.))
هغه د موجوداتو خالق دى او ټول موجودات يې پيدا کړي ؛خو موجودات يې نه دي زېږولي هغه د موجوداتو خالق دى،زېږيدوونکى يې نه دى . دنده يې توليد او پيدا کول نه دي، چې د ځان په شان بل څه پيدا کړى؛بلکې له نيستۍ يې هستي منځ ته راوړى ده.مور،چې کوم ماشوم زېږوي،هغه ماشوم يې د جنس په شان وي او د هغې په څېر يو انسان وي؛خو خداى داسې نه دى،امکان نه لري چې له خدايه څه وزېږېږي او يا يې هم وزېږوي .
فَاطِرُ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُم مِنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجاً يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ (شورى \١١) = [ (هغه) د اسمانو او ځمكې څيروونكى (او پيداكوونكى) دى (چې) له تاسې يې ستاسې جوړې پېدا كړې او (همداراز) يې له څارويو د هغوى جوړې پېدا كړې او پدې توګه (=د مېرمنو له لارې) ستاسې ځوځات ډېروي،هېڅ څيز د هغه غوندې نه دى او هغه اورېدونكى (او) ليدونكى دى.]
دا آيت د مسيحانو د ګروهې پر ضد دى،چې عيسى علیه السلام د خداى ځوى ګڼي اوعيسى علیه السلام ته لکه د خداى نظر کوي. دا آيت د مشرکانو ګروهه هم نفى کوي،چې وايي: پرېښتې د خداى لوڼې دي. خداى وايي:هغه اولاد نه دی زېږولى که هلک وى او يا هم جلۍ. له څه پيدا شوى هم نه دى،چې زېږوونکى ترې غوره وي.وجود يې له ګله د ميوې د وتلو په څېر نه دى،له زڼي د ونې د وتلوغوندې نه دى،له وريځو د اوبو د وتلو او له لرګي د اور د وتلو په څېر نه دى. وجود يې له خولې د خبرو د وتلو په څېر نه دى؛له ګله د بوى د وتلو په شان نه دى،له عقله د فکر د وتلو په څېر نه دى او له زړه د درک د وتلو په څېر نه دى،وجود يې له اوره د تودوخې او له واورې د يخنۍ د وتلو په شان نه دى.هغه شته؛خو د هيڅ چا اوهيڅ څيز په شان نه دى.نه په کوم څيز کې دى او کوم څيزهم پکې نشته. څيزونو سره يې اړيکه د والد او مولود په شان نه ؛بلکې د خالق اومخلوق په شان د.
وَلَمْ يَكُن لَهُ كُفُواً أَحَدٌ
(( او هېڅوك يې سيال او سارى نه دى.))
هغه په کمال،کړو او وجود کې د ځان په څېر څوک نه لري .هغه ايکي يو دى او هېڅوک يې سيال نشته. يواځې دى،ښځه او اولاد نه لري. د ځان په څېر څوک نه لري،چې ورسره شريک او مرستندوى اوسي.انسان څرنګه زړه کوي،چې مخلوق ورسره شريک کړي او په حق کې يې دا سترتېرى وکړي.
وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَابُنَيَّ لاَ تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ( لقمان \ ١٣) = (( او هغه وخت (دريا دكړه) چې لقمان خپل زوى ته نصيحت كاوه (او) ورته يي وويل:(( يه زما زويکه ! له خداى سره سيال مۀ نيسه [ځكه] چې شرك سترظلم دى.))
لمونځ کوونکيه ! کوم نعمتونه چې د خداى له خوا تا ته رسېږى ؛نو ورسره بل څوک شريک مۀ نېسه او د کارونو په کولو کې هم يواځې هغه په پام کې لره ،له هغه پرته د بل چا نظر ولې ځان ته اړوې دوى هم ستا په شان کمزوري او اړين دي.تل خداى په پام کې نېسه هغه نه کمزورى دى او نه چا ته اړين!
په پاى کې ددې سورت منځپانګې ته لنډه کتنه کوو:
(( قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ)) هغه په ذات او صفتونو کې هم يو دى .
((اللَّهُ الصَّمَدُ)) هغه بې اړې دى ؛خو ټول ورته اړين دي ،په بې اړۍ کې هم يو دى.
((لَمْ يَلِدْ)) د ساري توليد نه کوي ،چې د ځان غوندې څوک ولري .
((وَلَمْ يُولَدْ )) هغه ازلي او ابدي دى،حادث نه دى چې له کوم څيزه به پيدا شوى وي.
((وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ)) نه سارى لري ،نه ښځه، ورته او شريک نه لري.
دا سورت له خدايه د شرک،خرافاتو اوهامو او انحرافي ګروهو ټولې جرړې راوباسي او موږ ته نږه اوخالص توحيد وړاندې کوي.د ځينو روايتونو له مخې د دې سورت آيتونه يو د بل تفسيروونکى دي ( تفسيرنور الثقلين ٢٥٠\ ٧١٤) .
ښائي دا سورت پړاو په پړاو خداى معرفي کوي .
لومړى پړاو: (( قُلْ هُوَ )) ووايه هغه زما خداى دى ،د بشرله عقل او فکره لرې دى،نه ليدل کيږي او پټ دى. په دې پړاو کې ټوله پاملرنه د خداى صفتونوته نه؛بلکې ذات ته يې ده.يواځې ذات هم معبودوالي ته کافي دى. حضرت علي وايي:بشپړاخلاص هغه دى چې خداى ته يې له صفتونو پرته پاملرنه وکړئ او ورته مخ کړئ .
د خداى عبادت او ستاېنه يې د نعمتونو له کبله نه؛بلکې بايد ځانګړى هغه ته وي او دهغه لپاره دې وشى.
دويم پړاو : ((هوالله))،هغه ((الله)) دى.هغه معبود دى،چې د ټولو کمالونو درلودونکى دى.په دې پړاو کې ذات او صفتونه دواړه يوځاى راغلي دي.
الله هغه ذات دى چې د ټولوغوره صفتونودرلودونکى دى او د عبادت اوستاينى وړدى.
قرآن وايي :
وَلِلّهِ الْأَسْماءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (- اعراف \ ١٨٠) = ((او د “الله” غوره نومونه دي، چې په همدې يې راوبلئ او هغوى پرېږدئ ،چې نومونه يې اړوي (او پرنورو يې ږدي او شريك ورسره پيدا كوي)، ژربه د خپلو كړو بدله ومومي. ))
په دويم پړاو کې خداى د صفتونو له لارې يې پېژندل کېږي او د ((الله)) ویې ددې ټولوصفتونوته يوه پراخه او هراړخېزه ویی ده. د خداى د صفتونو له لارې د هغه يادول په دعا ګانو او په تېره بيا د جوشن کبير په دعا کې ډېر تر سترګو کېږي په دې دعاکې خداى يې پر زر[١٠٠٠] صفتونو يادېږي.
درېم پړاو :((احد)) او ايکي يو دى. په دې پړاو کې توحيد مطرح کېږى؛ د ذات توحيد او د صفتونو توحيد بيانېږي.ذات يې هم يو دى او صفتونو يې هم يو دي او بې ساري دي اوهم د ذات وجود او صفتونه يې يو دي، نه دا،چې پر ذات يې د صفاتو وجود ورزيات وي .
هغه ايکي يو دى دويم او درېم نه لري.د واحد او احد ترمنځ توپيرشته . که ووايو،چې هيڅوک نه دي راغلي او که ووايو،چې يو هم نه دى راغلى ممکن دوه يا درې کسان راغلى وي. قرآن وايي: خداى ((احد)) دى او نه وايي،چې هغه ((واحد)) دى. هغه ((يکتا)) دى، نه يو ،چې ممکن دی دومي او درېمي هم ولري .
څلورم پړاو : ((الله الصمد)) خداى بې اړې دى . دا د خداى تر ټولو مهم صفت دى او د خبر په بڼه يې نه دي ويلي لکه،(( اَللَّه صَمَدٌ ))؛بلکې د((الله)) لپاره يې وصف د ثابت وصف په بڼه یې ويلى او د ((الله)) لفط تکرار شوي دى .(( اللّه الصَّمَد))
((الله الصمد)) هغه يو دى؛خو بې اړی دى له هغه پرته ټول اړين دي او د ټولو اړينو سترګي هغه ته دي .
پنځم پړاو:(( لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ )) د روايتونو له مخې دا پړاو د ((الصمد)) تفسير دى.هغه بې اړی دى.نه زوی ته اړتيا لري ،چې ويې زېږوي او نه موروپلار ته اړين دى،چې وزېږېږى.همسر،ښځې، شريک او ساري ته په کارونو کې اړتيا نه لري.که وزېږېږې؛نو ازلي به نه وي اوکه ويې زېږوي؛نوابدي به نه وي؛ځکه مخ پر کمېدو به روان وي او که سارى او مثل ولري؛نو بې رقيبه او بې سياله به نه وي.خداى له دې ټولو پاک دى.
أَمْ لَهُمْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ (طور\٤٣)= ((يا هغوى له خداى پرته کوم معبود لري (چې د مرستې ژمنه يې ورسره کړې ده)؟! خداى له هغه څه پاك دى چې هغوى يې ورسره شريکوي!))
رکوع اوسجدې
رکوع
رکوع د لمانځه له ارکانو ځنې شمېرل کېږي ، چې په زياتېدو يا کمېدو که په سهوې توګه وى ويا هم په قصدي توګه؛نولمونځ باطلېږي. د رکعت ویی هم د رکوع له څرګندنې – اصطلاح اخېستل شوى ده . د بني ثقيف ټبرله پېغمبر اکرم (ص) وغوښتل،چې په لمانځه کې دې رکوع اوسجدې نه وي او دا به يې وويل: ټيټيدل موږ ته شرم دى ،دا آيت نازل شو:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ارْكَعُوا لاَ يَرْكَعُونَ (مرسلات\٤٨) = [او چې كله هغوى ته وويل شي: “ركوع وكړئ” (؛نو) ركوع نه كوي.]
نو د خپل ځان په څېرانسانانوته ټيټېږئ اودرناوى يې کوي؛خو د خپل خالق پر وړاندې نه ټيټېږئ اودرناوى يې نه کوئ.
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ ( واقعه\٧٤) = (اوس چې داسې ده)؛ نو د خپل ستر پالونكي په نامه تسبيح ووايه (او پاك او سپېڅلى يې وګڼه)،
کله چې دا آيت نازل شوپېغمبر اکرم ( ص) حکم وکړ،چې په رکوع کې د خداى تعظيم وکړئ او دا ذکرپه رکوع کې ووايئ : ((سبحان ربى العظيم وبحمده)) [ جامع الاحاديث \ ٩٢٢]
په روايتونوکې راغلي،چې رکوع د ادب نښه ده او سجده د قرب يا خداى ته د نږدي والي نښه ده او تر هغې چې څوک ادب په ښه توګه و نه کړي ؛نو قرب يا خداى ته دنږدي والي لپاره به چمتو نشي.( بحارالانوار ٨٥\ ١٠٨ )
رکوع د خداى په درګاه د توبې،استغفار اوعذر غوښتنې لار ده .
قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَى نِعَاجِهِ وَإِنَّ كَثِيراً مِّنَ الْخُلَطَاءِ لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَا هُمْ وَظَنَّ دَاوُدُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاكِعاً وَأَنَابَ ( ص \ ٢٤) =(داوود) وويل:[ (( په يقين چې هغه په دې غوښتنه كې پر تا تېري كوي، چې ستا يوه مېږه پرخپلو مېږو ورزياتوي او په باوري توګه، ډېر شريكباڼي (او دوستان) پر يو بل تېرى كوي؛ خو له هغوى پرته چې ايمان يې راوړى او ښه عملونه يې كړي وي؛خو هغوى لږ دي.)) داوود پوه شو، چې موږ هغه (پدې پېښه كې) وازمېيه؛نو ځكه يې له خپل پالونكي بښنه وغوښته او پړ مخ پر سجده پرېووت او توبه يې وايسته]
د رکوع اغېزي
امام محمد باقر وايي : څوک چې خپله رکوع په بشپړه توګه وکړي ؛نو د قبرله وحشته به خوندي وي. ( وسايل ٤\ ٩٢٨).
هرڅومره چې د خداى پر وړاندې ډېرټيټ شو؛نو له شيطان اوشيطان صفتوسره به په قوت مخ شو. امام صادق وايي : اوږدې رکوع ګانې اوسجدې ابليس پرغوسه کوي او وايي افسوس دى پرما وي ،خلک به په داسې بندګۍ سره نور زمااطاعت ونه کړي.(وسايل ٤\٩٢٨)
خداى پرېښتو ته وايي : وګورئ زما بندګان څرنګه زما درناوى کوي او زما پر وړاندې رکوع کوي زه به هم ورته عزت او دبدبه ورکړم (جامع الاحاديث ٥\٢٠٣) .
امام صادق وايي:اوږدې رکوع ګانې اوسجدې دعمرپه اوږدوالي کې اغېزمنې دي . ( وسايل ٤ \٩٢٨) .
د رکوع آداب
په روايتونوکې راغلي په رکوع کې به د پېغمبر اکرم (ص) ملا دومره اواره وه که د اوبو څاڅکې يې هم د ملاپرمنځ اچوول شوى واى ؛نو ځاى په ځاى به ولاړ واى او بلې خواته به نه واى تللى .( وسايل ٤\ ٦٢٤) .
سپارښتنه شوي چې په رکوع کې خپل اورمېږ دومره راوباسئ، چې دا يو رمز دي ،چې ما ايمان راوړی که څه هم سرمې په دې لارکې ولاړ شي.( وسايل ٤\ \ ٩٤٢) .
بل ادب يې دا دى چې سړې بايد خپلې څنګلې بهر وباسي او له تخرګونو سره دې يې نه نښلوي د لاسونو ورغوي دې په خپلو زنګونونو کېږدي او د لاسونو ګوتې دې پرانېزي،پښې دې په يوه ليکه کې وي ،نه مخکې او نه وروسته او د پښو ترمنځ دې يو لويشت فاصله وي.په رکوع کې بايد د دوو پښو منځ ته وګورو او د رکوع تر ذکر وروسته په هماغه حالت کې بايد پر محمد او آل محم درود ووايو د رکوع ذکر لږ ترلږه درې ځله بايد تکرارشي. ( وسايل \ ٩٢٠څخه تر ٩٤٣)
د خداى د وليانو رکوع
امام صادق وايي : د حضرت علي رکوع به دومره اوږده وه ،چې له پښو به يې خولې روانې وې. ( بحار ٨٥\ ١١٠ )
حضرت علي وايي : خداى داسې پرېښتې لري چې تل د رکوع په حالت کې وي اوکله هم قيام نه لري .
البته پريښتې نه ستړې کېږي او نه وږې کېږي. عارف اوعاشق انسانان اوږدې رکوع ګانې کوي،چې پرېښتې يې ستائي .دا خو د خداى د اولياوو حال دى ؛خو زموږ رکوع څرنګه ده ؟ يوه ورځ پېغمبر اکرم ( ص) په جومات کې ناست و يو تن په لمانځه ودرېد او رکوع او سجدې يې نيمګړې کولې . پېغمبر اکرم (ص) ورته وويل:هغه د کارغه غوندې ټونګې ووهلې او ولاړ او که د همدې لمانځه په حالت کې مړشي؛نو زما په دين کې به نه وي مړشوى. (وسايل ٤\٩٢٢)
[ سرچینه :تفسیر نماز، شیخ محسن قرآیتی]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com