تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ جبر او اختيار   يوه بله خبره،چې د خداى په عدالت پورې اړه لري،جبر او اختيار دى؛ ځکه چې پر جبر باور لرونکي ګروهن دي،چې انسان پخپلو کړنو وړ کې له خپل ځانه هېڅ ډول اختيار نه لري او د غړيو حرکتونه يې د يو جبري ماشين په څېر جبري حرکتونه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

جبر او اختيار

 

يوه بله خبره،چې د خداى په عدالت پورې اړه لري،جبر او اختيار دى؛ ځکه چې پر جبر باور لرونکي ګروهن دي،چې انسان پخپلو کړنو وړ کې له خپل ځانه هېڅ ډول اختيار نه لري او د غړيو حرکتونه يې د يو جبري ماشين په څېر جبري حرکتونه دي . نو پوښتنه دا ده ،چې دا باورڅرنګه د خداى له عدالت سره اړخ لګوي ؟ او کېداى شي د همدې په پار د “اشاعره” ډله،چې مخکې مو پرې رڼا واچوله او له عقلي حسن او قبح نمښته کوي؛جبر يې منلى او له عدالته منکر شوي دي؛ځکه د جبر په منلو سره د “عدالت” مسله نور مفهوم نه لري .

 ددې خبرې د روښانېدو لپاره پکار ده،چې څو نورې خبرې سپينې کړو.

١-پر جبر د ګروهنې سرچينه :

هرڅوک په خپل ذهن کې دا احساس لري،چې په خپل هوډ کې ازاد دى ؛مثال د تندې پر مهال ورته په مخ کې ايښې اوبه وڅښي که نه ، پلاني ورسره بد کړي،و يې بښي که نه. د ارادې  د ازادۍ مثال د انسان يو عمومي احساس دى؛نو ولې،ځينې په جبر باور لرونکيو پسې تللي دي ؟!

البته بېلابېلو دليلونو ته چې انسان ګوري؛چاپېريال پر انسانانو اغېز کوي،روزنه هم  يو بل اصلي لامل دى،تبليغات يا هڅونې،ټولنيز فرهنګ هم  د انسان پر روح او فکر اغېز لري،کله اقتصادي وضع په انسان کې ځينې حرکتونو رامنځ ته کوي او د وراثت له لامله هم څوک سترګې نشي پټولاې .

 دا ټولې چارې،چې سره يو ځاى شي ؛نو انسان ګومان کوي ،چې له ځانه څه اختيار نه لري؛بلکې د انسان د ذات دنني او بهرني عوامل سره لاسونه يو کړي او موږ يې دې ته اړ کړي يو،چې هوډ ونيسو او که دا عوامل نه واى؛نو کېداى شول،چې موږ دا کړنې نه وکړو،دا هغه چارې دي،چې کړاى شو د چاپېريال،اقتصادي شرايطو، ښوونې،روزنې او د وراثت پر جبر يې تعبير کړو او  د جبر د ښوونځي د فلاسفو د توجه وړ مهم څيزونه دي .

٢-د جبر آندو اصلي اشتباه :

هغوى چې داسې انګېري؛نو له يوه بنسټيز ټکي بې خبره دي او هغه داچې ويينه په “انګېزو” نيمګړو علتونو کې نه ده،بحث په “علت تامه” کې دى، په بله وينا: هېڅ څوک نشي کړاى د انسان په فکر او کړنو کې يې د چاپېريال،فرهنګ او اقتصادي عواملو ونډه په پام کې ونه نيسي ، بحث دا دی،چې ددې ټولو انګېزو په شتون کې بيا هم وروستى هوډ موږ نيسو؛نو د “زمينو” يا “لارو چارو” حساب بايد له “علت تامه” نه بېل شي ؛ ډېر داسې کسان،چې په نامناسب چاپېريال او چټل فرهنګ کې را لوى شوي يا داچې نامناسب وراثت يې درلود؛خو بيا هم خپله لار يې له نورو بېله کړې او ان داسې کارونه يې کړي ،چې د ټولنې لپاره ډېر زيات ګټور وو؛که خبره داسې وي،چې ټول انسانان د خپل چاپېريال،فرهنګ او د خپل وخت د تبليغاتو او لاروي وای؛نو په دنيا کې به هېڅ ډول بنسټيز انقلاب نه و رامنځ ته شوى او ټولو به له خپل چاپېريال سره ځان عيار کړى و او هېچا به د يو نوي چاپيريال جوړولو فکر نه درلود.

دا ټول راښيي،چې پورتنۍ ويل شوې چارې،هېڅ يو برخليک جوړونکي نه دي،يوازى لار هوارونکي دي. د انسان اصلي برخليک د انسان خپل هوډ جوړوي . مثال يې داسې دى،چې موږ د خداى د حکم له مخې په ګرمو ورځو کې روژه نيسو،تږي کېږو او ټول وجود مو اوبه غواړي؛خو د خداى د حکم د پلي کولو په موخه اوبه نه څښو،حال داچې داسې کسان به هم وي،چې اصلاً روژه و نه نيسي. پايله داچې د ټولو انګېزو په شتون سره د انسان برخليک جوړونکى لامل يې خپل هوډ دى .

٣-د جبر د ښوونځي سياسي او ټولنيز عوامل :

 حقيقت دادى،چې د تاريخ په اوږدو کې د جبر او اختيار له مسلې ناوړه ګټنه شوې ده؛يواړخيز مسايل د جبرګروهې اور ته په لمن وهنې او د انسان د ازادۍ په نفې کولو کې اغېزمن وو؛لکه :

الف : سياسي عوامل :

 ډېرو جبارو او ځانمنو سياستمدارانو د مستضيفو د انقلاب  د ځپلو لپاره او د خپل نامشروع حکومت د دوام لپاره دې خبرې ته لمن وهله، چې موږ له خپل ځانه واک نه لرو،تقدير او د تاريخ جبر دى،چې زموږ برخليک يې په لاس کې دى؛نو که ځينې ماړه اوځينې بنديان دي،د قضا او قدر حکم  يا د تاريخ جبر دى؟ ښکاره خبره ده،چې داسې فکر څومره د ښکېلاک په کار راځي،حال داچې په عقل او شرع کې زموږ برخليک زموږ په خپل لاس کې دى او د جبر پر مانا قضا او قدر اصلاً وجود نه لري؛قضا او قدر زموږ د حرکت غوښتنې،ارادې،ايمان او هڅې پر بنسټ  ټاکل کېږي .

ب : اروايي عوامل :

ناغېړى او بې کوښښه انسانان شته،چې تل په ژوند کې ماتې خوري او هېڅکله نه غواړي پردې حقيقت منښته وکړي،چې د هغه خپله ګناه او ناغېړي وه،چې ماتې يې وخوړه؛نو د خپل ځان د خلاصولو لپاره د جبر په ښوونځي پسې ورځي اوخپله پړه پر اجباري برخليک وراچوى،چې له دې لارې يو دروغجن ډاډ پېدا کړي او وايي : څه به وکړو،چې قسمت مو خراب دى،موږ خو کوښښ وکړ؛خو قسمت مو خراب و.

ج : ټولنيزعوامل :

ځينې غواړي ازاد ووسي او خپلو ځاني غوښتنو ته دوام ورکړي او دا ډول غوښتنې کوي،چې له حيواني غوښتو سره اړخ لګوي او ورسره تر څنګ غواړي،چې ځان هم قانع کړي،چې ګناهکار نه دي او ټولنه هم تېرباسي،چې بې ګناه دی؛نو دلته دى،چې جبرګروهنې ته پناه وړي او د خپلو مزو چړچو ته پردې نامه مخونه ورکوي،چې موږ په چارو کې له خپل ځانه واک او اختيار نه لرو!خو موږ او تاسې ټول پوهېږو،چې دا ټول دروغ دي او پخپله هغه کسان هم،چې دا مسائل راوړاندې کوي، ايمان لري،چې دا خبرې بى بنسټه دي؛خو لنډ مهاله خوندونه او شخصي ګټې اجازه نه ورکوي،چې حقيقت بربڼد کړي .

نو که غواړئ ټولنه مو پرمختګ وکړي؛نو بايد له دې جبري ګروهنې سره مبارزه وشي؛ځکه دا د ښکېلاک جال دى او ماتو ته يوازې په همدې ګروهنې مخونه ورکوي . 

د ازادۍ او اختيار روښانه دليل

١-د انسانانو عمومي وجدان جبر نه مني:

پوهانو او الهي فيلسوفانو د انسان د ازادۍ په باب ډول ډول بحثونه کړي او دليلونه يې راوړي دي؛خو موږ د مطلب د لنډوالي په پار په روښانه دليلونو پسې تللي يو،چې هغه د انسانانو عمومي وجدان دى. که له هر څه نمښتي-منکر شو؛خو له دې نه شو منکرېداى،چې په هره انساني ټولنه کې که خداى نمانځي،که ماده لمانځي،ختيځ وي که لويديځ،نوى وي که زوړ،شتمن وي که بېوزلى،پرمختللى وي،که نه او د هر ډول فرهنګ خاوند،چې بې له کومې استثنا دى؛وګړي ته يوه خوله دي،چې قانون پر انساني ټولنو واکمن شي او هم  د قانون پر وړاندې مسؤليت لري او هغوى چې له قانون سرغړونه کوي؛نو بايد سزا ورکړه شي .

لنډه داچې : د قانون واکمني،د قانون پر وړاندې د وګړيو مسوليت او سرغړونکي ته سزا هغه چارې دي،چې د دنيا ټول عاقلان ورته يوه خوله دي او يوازې وحشى ټبرونه ول،چې دا درې اصله يې پر رسميت نه پېژندل .

دا مساله،چې د نړۍ د خلکوعمومي وجدان يې ورته ويلى دى،د انسان له لوري دی او د اختيار پر درلودو تر ټولو غوره دليل دى . څرنګه څوک دا خبره منلاى شي،چې انسان پخپله اراده او عمل کې مجبور وي او له ځانه واک و نه لري ؛خو د قانون پر وړاندې يې مسؤل وګڼو،چې کله يې له قانونه سرغړاوه؛نو محاکمه يې کړو او ترې وپوښتو،چې ولې دې داسې وکړل؟ او د جرم تر جوتېدو وروسته يې په زندان کې بندي کړو او يا يې غرغره کړو.

ددې خبرې مثال د هغو ډبرو په شان دى،چې له غره راښويېږي او مسافرو ته ګواښ جوړوي او دا ډبرې بيا محاکمه کړو.

سمه ده ،چې انسان له يوې ډېرې سره ښکاره او خورا توپيرونه لري ؛خو که د ارادې ازادي ترې واخلو؛نو دا ښکاره توپير به هېڅ اغېز و نه لري او دواړه به د جبري عواملو معلول وي. تيږه د جاذبې قانون تر اغېز لاندې سرک ته راښويېږي اوقاتله ده،سرغړونکى انسان هم  د جبري عواملو تر اغېز لاندې سرک ته راښويېږي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!