تبلیغات
|

حرم او مکه حاجيان چې په ميقات کې احرام وتړي ؛نو د مکې پر لوري حرکت کوي او حرم ته رسېږي ،په دې سيمه کې نښې لګول شوي دي. انسان چې مکې ته څومره ورنږدې کېږي ؛نو زړه يې لاپسې درزېږي حاجي مکې ته ورننوځي ، مکه د ټولو انسانانو ګډ کور دى. مېشت او […]

حرم او مکه

حاجيان چې په ميقات کې احرام وتړي ؛نو د مکې پر لوري حرکت کوي او حرم ته رسېږي ،په دې سيمه کې نښې لګول شوي دي. انسان چې مکې ته څومره ورنږدې کېږي ؛نو زړه يې لاپسې درزېږي حاجي مکې ته ورننوځي ، مکه د ټولو انسانانو ګډ کور دى. مېشت او مسافر له مکې په ګټه اخېستنه کې يوشان دي .حضرت علي په مکه کې خپل استازي ته ليکي : ” د مکې اوسېد ونکيوته حکم وکړه ،چې له مسافرو دې پېسې وانه خلي ” . (نهج البلاغه ، ٦٧ليک ) .

د اسلام په لومړيو وختونوکې د مکې د کورونو ټول ورونه د حاجيانو پر لور پرانيستې ول او معاويه بن ابوسفيان لومړى تن و،چې خپل ورونه يې د حاجيانوپرمخ وتړل .

په مکه کې هېڅ څوک داحق نه لري،چې ځان د خداى استازى وګڼي او يا هم په نورو نومونو حاجيانو ته خنډونه پيدا کړي او له مکې د خپلو تبليغاتو او برنامو د پلې کيدو اډه جوړه کړي. (تفسيرنمونه ١٤\ ٦٣)

مکه يوه غرنۍ سيمه ده ،توده هوا لري اوله سمندره ٣٣٠ متره لوړه پرته ده ،دايمي اوسېدونکي يې څلور لکه کسان دي . حضرت ابراهيم (ع) د مکې بنسټګر دى ،مکه پراخ او اوږد تاريخ لري ،تر اسلام مخکې هم د سوداګرۍ مهم مرکز و (د دهخدا لغت نامه )؛خو موږ مکې ته جغرافيه نه ؛بلکې تاريخ وايو، ماده نه ؛بلکې مانا وايو،مکه د پېغمبراکرم(ص) د زوکړې ځاى دى ډېرمسلمانان پکې د اسلام په لومړيو وختونوکې وکړېدل ،د جبرائيل د راکوزېدو ځاى او د وحې مرکز دى . مکه د حضرت ابراهيم او حضرت هاجر د سرښندنو يادګاردى،مکه د خداى ښار دى.مکه يو تاريخ دى چې د جغرافيه په بڼه انځور شوى،مکې د الهي اديانو په تکوين اوتشريع کې د پام وړ تاريخي لار وهلې ده ؛نو د مکې د جغرافيه په هکله بايد لږڅه فکر وکړو.

مسجدالحرام

حاجيان چې مکې ته راورسي؛نومسجدالحرام او کعبې ته ځي،امام صادق وايي: “د قرآن د وېنا له مخې دې جومات ته د مشرکينو ورننوتل حرام دي ؛ځکه ورته مسجدالحرم وايي ( بحارلانوار\٦٩) .

دا هغه جومات دى ،چې پکې ځانته لمونځ کول په کور کې اوهم د جمعې تر لمانځه غوره دى .(کافى ٤\ ٥٢٧)

دا هغه جومات دى که څوک پکې يوفرص لمونځ وکړي ؛نو د ټول عمر لمونځونه يې قبلېږي. ( وافي ١٢\ ٤٨) په قرآن کې راغلي :

((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاء الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ(حج/۲۵)= هغوى چې كافران شوي اومؤمنان د خداى له لارې او(همداراز) له مسجد الحرامه منع كوي، چې هغه موږ ټولو خلكو ته يو برابر كړى دى، كه د هغه ځاى اوسيدونكي وي يا څوك چې له لرې ځايو راځي (؛نو دوى د درناك عذاب وړ دي ) او څوك چې وغواړي، هلته د حق له لارې كوږ شي او په ظلم لاس پورې كوي؛ نو موږ به پرې دردناك عذاب وڅكو. ))

امام صادق ددې آيت په هکله وايي: “په مسجدالحرام کې دتيري اراده کول دا دي ،چې انسان هلته له خداى پرته د بل چا عبادت وکړي او له صالحينو پرته پرې واکمني ومني ” .(نورالثقلين ٣\ ٤٨٣)

پردې جومات له متقيانو پرته بل څوک د واکمنۍ حق نه لري.

وَمَا لَهُمْ أَلاَّ يُعَذِّبَهُمُ اللّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُواْ أَوْلِيَاءهُ إِنْ أَوْلِيَآؤُهُ إِلاَّ الْمُتَّقُونَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ(انفال/۳۴)= او ولې خداى هغوى (په اخرت كې) په عذاب نۀ كړي،چې ( پرمؤحدينو) د مسجدالحرام لار تړي،حال دا،چې هغوى خو( ددې جومات) واكوال نۀ دي؟ دهغه واكوال خويواځې پرهېزګاران دي؛خوډېرې يې نۀ پوهېږي.))

داهغه جومات دى ،چې د پېغمبراکرم ( ص) د معراج پيلامه ده.

((سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ(اسراء/۱)=پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت، چې چاپېريال يې مو بركتي كړى دى، چې خپلې ځينې نښې وروښيو، چې يواځې هغه اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى. ))

دا هغه جومات دى ،چې خلک به يې په جوړولو وياړېدل .

((أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ يَسْتَوُونَ عِندَ اللّهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ(توبه/۱۹)= ايا تاسې حاجيانو ته اوبه وركول او د مسجدالحرام ابادول د هغه چا (د كار) غوندې ګڼلى دى،چې پر خداى او د قيامت پر ورځ يې ايمان راوړى او د خداى په لار كې يې جهاد كړى دى؟( نۀ، دا دواړه) دخداى پر وړاندې برابر ندي او خداى ظالمانوته سمه لار نۀ ښيي .))

دا هغه جومات دى ،چې هېڅ ډول پرېشاني خلک ورته له ننوتلو نشي منع کولاى .

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحِلُّواْ شَعَآئِرَ اللّهِ وَلاَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلاَ الْهَدْيَ وَلاَ الْقَلآئِدَ وَلا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُواْ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُواْ وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ(مايده/۲)= مؤمنانو ! د دين د نښو او الهي پولو( او د حج د مراسمو) او د(هرې يوې ) حرامې مياشتې درناوى وكړئ او د قربانيو په نښه او بې نښو شويو څارويو ته لاس مۀ غځوئ او هغوى (هم) مۀ ځوروئ، چې د خپل پالونكي د فضل په لټه كې او د خوښۍ لپاره يې د(( بيت الله )) پر لور ځي؛ خو چې له احرامه راووتلئ، ښكاركولاى شئ او له يوې ډلې سره دښمني دې، چې پر تاسې يې ( د حديبيې پر كال ) د مسجدالحرام لار تړلې وه ، تاسې و نۀ هڅوي چې تېر ۍ پرې وكړئ او( تل ) په نېكيو او پرهېزګارۍ كې له يو بل سره مرسته وكړئ او (هېڅكله) په ګناه او تېريو كې ديو د بل لاسنيوى مكوئ او د خداى (د فرمان له مخالفته) ځان وساتۍ؛(ځکه) چې خداى سخت عذابى دى)).

په دې جومات کې لمونځ ډېر ثواب لري او د ځمکې پرمخ بل داسې جومات نشته ،چې پکې لمونځ کول دې دومره ثواب ولري.( ثواب الاعمال \ ٢٧)

په دې جومات کې په سل ګونو پېغمبرانو لمونځونه کړي دي د جومات قبله معلومه ده او شان او منزلت يې له ستاينې بهر دى او له تاريخي خاطرو ډک دى د نړۍ له ګوټ ګوټه د هرې ژبې، سيمې او خېل خلک پکې په يوه ليکه کې درېږي.دا هغه جومات دى،چې د جمعې لمونځ لومړى پکې پېغمبراکرم(ص)،حضرت علي (ک) اوحضرت خديجى (رضى الله عنها) وکړ؛خو اوس پکې مليونونه مسلمانان په جمعه لمونځ کوي چې دا د الهي ځواک او ارادې ښکارندوى ده .

مسجدالحرام ته چې ننوځئ ؛نوڅپلۍ وباسئ او په درناوۍ ورننوځئ د جومات په وره کې لږ ځنډ وکړئ او پر پېغمبراکرم(ص)،چې زموږ د دين بنسټګړ دى او همداراز پر کورنۍ يې او پر حضرت ابراهيم (ع)،چې د مکې د ښار او د کعبې د جوړېدو بنسټګړدي درود ووايئ تر دې وروسته خپل لاسونه پورته کړئ او له خدايه وغواړئ،چې ګناهونه مو وبښي او توبه مو قبوله کړي. ( وسايل ٩ \ ٣٢١)

دا کورموږ ته حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل(عليهما السلام ) د خداى په امر پاک کړى دى.

((وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ(بقره/۱۲۵)=او( دريادكړئ ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن وامان ځاى وګرځاوه (دخاطرو د رايادولو لپاره ) د ابراهيم په مقام كې ځان ته عبادتځى وټاكئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ، چې:(( زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ. ))

؛نوغوره نه ده چې پر ګناهونو ککړ ورننوځوو پاک او سوتره کورته بايد پاک خلک ورننوځي.مسجدالحرام ته د ورننوتو پر مهال بايد له خدايه شکر وباسئ،چې د کعبې د زيارت توفيق يې درکړ او د مسجدالحرام پر وره ودرېږئ او ووايئ خدايه! زه دې بنده يم دا ستا‌ ښار او ستا کور دى زه پکې ستا مېلمه يم ستا له لورېنې برخمن کېدلو ته راغلي يم خدايه ! هرمېلمه پر کوربه حق لري،ته غوره کوربه يې.خدايه ! لومړى څيز،چې له تا يې غواړم دا دى ،چې د دوزخ له اوره مې وژغوې.( وسايل ٩ \٣٢٣)

ترکوم ورۀ لاندې ،چې د هبل بت ښخ شوى ؛نوغوره ده ،چې له همدې ورۀ مسجدالحرام ته ننوځې مطلب يې دا دى څو پربوتانو پښې کېنږدې او تېر پرې نشې؛نو د توحيد کعبې ته رسېداى نشې.

[ سرچینه ؛ د شیخ محسن قرآیتی د حج کتاب]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!