حرم په حرم کې د مشعر الحرام ځمکه د خداى حرم دى او د انسان زړه هم د خداى حرم دى . د لوى اختر په شپه انسان په دې ځاى کې حرم په حرم کې ږدي. خداى اراده کړې چې انسان او د زړه حرم يې ددې دښتې په تپو تيارو کې پاک اوسوتره […]
حرم په حرم کې
د مشعر الحرام ځمکه د خداى حرم دى او د انسان زړه هم د خداى حرم دى . د لوى اختر په شپه انسان په دې ځاى کې حرم په حرم کې ږدي. خداى اراده کړې چې انسان او د زړه حرم يې ددې دښتې په تپو تيارو کې پاک اوسوتره کړي . پردې زړه يوعمر له خداى پرته نورې ټاپې لګېدلې دي دا زړۀ په ډېرو ويناوو،خوړلو،هيلو،چلونو،شتمنۍراټولولو، غفلتونو ،کينو او نورو ګناهونو ککړ شوى او زنګ وهلى دى ،چې بايد پاک شي. ((كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ(مطففين/۱۴)=هېڅكله داسې نده (چې هغوى يې انګيري؛) بلكې پر زړونو يې د هغوى خپلو کړنو زنګ اچولى دى. ))
اوس يې وخت رارسېدلى ،چې وڅنډل شي او وينځل شي چې پاک اوسوتره شي او دې کار ته غوره ځاى مشعرالحرام دى؛ځکه په دې ځاى کې د زړه او اروا بوختيا ته څه وسيله نشته او پر دې ځمکه زړۀ د يو وحشي ځناور په شان په تنګه کوڅه کې راګېرشوى او خداى ته له پاملرنې پرته بله لار هم نه لري؛ځکه دلته نه جامې شته ،نه کور، نه ډوډۍ ،نه تشريفات اونه رڼا او هغوى به څومره بدمرغه وي ،چې دلته هم زړه په خداى نه تړي. قرآن پدې هکله وايي :
((أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ(حديد/۱۶)=آيا مؤمنانو ته هغه وخت نه دى رارسېدلى،چې د خداى ياد او هغه حقيقت(قرآن) چې نازل شوى،زړونه يې ورته نرم او عاجز شي او د هغوغوندې نشي،چې مخكې ورته اسماني كتاب وركړ شوى و؛خو چې اوږد وخت پرې تېر شو؛نو زړونه يې سخت شول او ډېرى يې پوله ماتي دي؟! ))
د ګناه له تپوتيارو د انسان ژغورنې ته ځينې شېبې او ورځې ځانګړې شوي چې دا دي : د جمعې شپه، د روژې د مياشتې ورځې، پيشمنى ، سپېڅلې ځمکې لکه ،عرفات او مشعر.
په مشعرکې انسان يو ځانګړې ننګېرنه- احساس لري په دې ځاى کې ځان موخې ته نږدې ويني ،ځان چمتو ويني؛ځکه چې سبا به له خپل پخواني دښمن سره جنګېږي شيطان پر ډبرو ولي او همداراز دې ته هم چمتو کېږي چې له خپل ښايست تېرشي ،د خپل سر ويښتان خروي چې قربانۍ ته هم ورنږدې شي. لومړى د حضرت ابرهيم (ع) د وخت د شيطان ځاى په تيګو ولوو،چې د خپل وخت شيطان ويشتلو ته چمتو شو،لومړى خپل پسه د قربانۍ ځاى ته وړو ،چې د خپل ځان قرباني کولو ته لږ ورنږدې شو.دا به څومره غوره وي ،چې د مشعرالحرام په شپه کې د دعا ګانو ترڅنګ حاجي داسې فکرونه هم ولري.د لوى اختر شپه ده چې پرسبا يې بايد هڅې وکړې ،اوس په الهي حرم کې ناست يې او په خپل وجود کې د خداى د حرم (يعنې د خپل زړه) په هکله لږڅه فکر وکړې . تا د خداى حرم (زړه ) په ګناهونو ککړ کړى دى. ايا دا زړه له شک ډک دى او که له يقينه ؟ له کينې ډک دى او که د مينې او اخلاصه ؟ايا په زړه کې دې ايمان دى که مرض ؟ ايا زړه دې حق ته مخه کول غواړى او که باطلو ته ؟ خداى ستا لپاره حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل ته وويل،چې حرم مې له چټلۍ پاک کړئ. أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ (بقره \ ١٢٥) .
د خداى حرم ته ورننوځې آيا زړه دې پاک کړى دى ؟ پرکوموکسانو دې ،چې تېرى کړى او دهغوى مال او ځان ته دې تاوان رسولى ايا بښنه دې ترې غوښتې ده ؟
هو! د مشعر شپه د شعور شپه ده. ته د خداى په حرم کې ناست يې ؛نو ته هم بايد په خپل وجود کې د خداى د حرم (زړه ) په هکله لږڅه خپل سرپه ګرېوان کې ښکته کړې. امام صادق وايي:” زړۀ د خداى حرم دى او په دې حرم کې له خداى پرته بل چاته د ورننوتو اجازه مه ورکوئ . “خو موږ له خداى پرته هر چاته پکې لار ورکړې ده. موږ ددې خزانې په ساتنه کې خيانت کړې او اوس موږ ځان ژغورنې ته د خداى حرم ته پناه راوړې ده او کومې تېروتنې مو،چې د خپل زړه په اړه کړي ؛نو راغلي يو ،چې خجالت وباسو او سر په ګرېوان کې ښکته کړو او ځان ته لار پيدا کړو .
[ سرچینه ؛ د شیخ محسن قرآیتی د حج کتاب]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com