تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت جعفر بن ابيطالب (رض) پر ټولو وېره ناسته  وه او واخطا وو، يو خبر يې اورېدلى و ،چې د هغوى  دين، ځان او مال يې  له هر اړخه ګواښاوه . کړاوونو ته بېرته ستنېدل ورته ستر غم و،حيران وو،چې څه  وکړي؟ پېغمبر اکرم حکم وکړ،چې د جعفر بن ابيطالب په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت جعفر بن ابيطالب (رض)

پر ټولو وېره ناسته  وه او واخطا وو، يو خبر يې اورېدلى و ،چې د هغوى  دين، ځان او مال يې  له هر اړخه ګواښاوه .

کړاوونو ته بېرته ستنېدل ورته ستر غم و،حيران وو،چې څه  وکړي؟

پېغمبر اکرم حکم وکړ،چې د جعفر بن ابيطالب په مشرۍ حبشې ته هجر ت وکړئ ،چې مهربانه عادل مسيحي پاچا لري .

حضرت جعفر (رض) تر هجرته 33 کاله مخکې په مکه کې وزېږېد. حضرت جعفر (رض) د ابوطالب  او فاطمه بنت اسد درېم زوى و،چې تر وچکالۍ وروسته يې تره روزنه  پر غاړه اخستې وه  .

حضرت جعفر (رض) درېم کس و ،چې د څښتن پر استازي يې ايمان راووړ. د حضرت جعفر (رض) مسلمانېدل يې د وروو حضرت علي (ک)  تر مسلمانېدو  څو ورځې وروسته وو.

د بعثت پر پينځم کال حضرت جعفر (رض) له 75 که 85 کسانو سره،چې پکې ښځې هم وې،چې شمېر يې 12 تنو ته رسېد،د حبشې هېواد ته هجرت وکړ،چې هلته په امنيت او ازادۍ کې ژوند وکړي.

په حبشه کې د مسلمانانو د امنيت او ازادۍ خبر د مشرکو قريشو غوږونو ته راورسېد،چې ټول يې وارخطا کړل او وېره يې له دې وه،چې مسلمانان  د حبشې پادشاه مسلمان نه کړي او بيا يې په مرسته پر مکه بريد وکړي او د بوت لمانځنې جرړې له بېخه راوباسي.

د قريشو مشران په دارالندوه کې راټول شول، غونډه او پرېکړه يې وکړه،چې يو کس له ګرانبيه ډاليو سره د نجاشي دربار ته ولېږي او ترې وغواړي،چې مسلمانان  له هېواده و شړي او قريشو ته يې په ګوتو کې ورکړي.

((عمرو عاص)) او (( عبد الله بن ابي ربيعه)) له ګرانبيه ډاليو سره حبشې ته ولاړل او نجاشي پادشاه ته يې سجده وکړه او بيا يې ورته له ځان سره راوړې ډالۍ ورکړې .

څو شېبې وروسته ((عمرو عاص )) پاڅېد،و يې ويل : موږ د مکې خلک،چې وياوړو د څښتن د کور کعبې تر څنګ ژوند کوو او تاسې ته هم ځانګړى درناوى او پېرزوينې لرو، ډېر هوسا ژوند مو درلود؛ خو څه موده کېږي،چې ناپېژندګلو ځوانانو د ښار ارام له منځه وړى دى او د يو نوي  دين په باب خبرې کوي،چې نه زموږ له دين سره سمون خوري او نه ستاسې له دين سره؛هېښنده خبرې کوي، زموږ پر خدايانو نيوکې کوي، وايي: زموږ پلار  نيکونه بې لارې ول او پر همدې خبرو يې څه ناپوه ځوانان اومريان هم تېرايستلي او اوس دلته ستا هېواد ته راتښتېدلي،چې اوس موږ د قريشو د مشرانو د استازيو په حيث له تاسې نه هيله لرو،چې هغوى را ورسپارئ  ،چې له ځان سره يې مکې ته يوسو.

نجاشي غوسه وويل: دا سړيتوب نه دى! چاچې زما هېواد ته پناه راوړى وي  او زه يې هم پرته له کومې پوښتنې دښمنانو ته وروسپارم او بيا يې خپلو درباريانو ته وويل : په هغوى پسې ولاړ شئ او دلته يې راوړئ ،چې زه يې له نږدې خبرې واورم او هوډ ونيسم .

حضرت جعفر (رض) او ورسره انډيولان يې د نجاشي دربار ته راوړل .

نجاشي وپوښتل: تاسې دې دو کسانو ته  څه ځواب لرئ  ، چې په تاسې پسې راغلي  او دا نوى دين مو څه دى ؟

حضرت جعفر (رض) : پادشاه ! موږ بې لارې او ناپوه وو، په موږ کې د انسانانو وژل،مردار خوري، بې حيايي او بدچلنې  دود و،چې څښتن خپل استازى راولېږه،چې پر امانت ساتۍ،رښتنولۍ او اخلاقي فضايلو مشهور و، هغه موږ د يو څښتن عبادت ته راوبللو او را ته يې وويل: بوتان مه لمانځئ او همداراز يې لمونځ، روژې او زکات ته راوبللو او موږ هم پرې ايمان راووړ  او اوس يې لاروي کوو. موږ تر ډېرو کړېدو وروسته ستا هېواد ته پناه  راوړى او هيله لرو،چې په دې هېواد کې راباندې تېرى و نشي.

نجاشي: له هغه مو څه له ځان سره راوړي،چې د څښتن له لوري مو پېغمبر ته وحې کېږي .

حضرت جعفر (رض) : هو !

نجاشي: راته و يې وايه .

حضرت جعفر (رض) ورته د مريم سورت څو آيتونه ولوستل ،چې د حضرت  مسيح  د زوکړې  په باب  وو.

دې آيتونو په غونډه کې پر ناستو کسانو او پادشاه دومره اغېز وکړ ،چې بېواکه په ژړا شول.

نجاشي وويل: دين مو د حضرت مسيح په باب څه عقيده لري ؟

حضرت جعفر (رض): پېغمبر مو راته ويلي:  حضرت عيسى د څښتن بنده او پېغمبر يې دى،د خداى(ج) روح او کلمه ده ،چې څښتن پاک لمنې مريمې ته ور ډالۍکړ.

نجاشي : ستاسي دا خبره خو کټ مټ د عيسى له خبرو سره سمون خوري او د دواړو سرچينه يوه ده. ځئ  ولاړ شئ! په هېواد کې مې ازاد ياست او بيا يې د قريشو استازيو؛ عمرو عاص او عبدالله بن ابي ربيعه ته وويل: لاس مو خلاص او توره مو تېره ! پر څښتن  قسم هېڅکله به يې در نه کړم.

رسول اکرم،چې مدينې ته هجرت وکړ؛نو اسلام په هغه  سيمه خورا پر مختګ وکړ او څه موده وروسته مسلمانانو د هغه ځاى بشپړ واک تر لاسه کړ.

 پېغمبراکرم،چې وخت مناسب وليد؛نو يو ليک يې د حبشې واکمن ته ولېږه او ترې ويې غوښتل،چې مسلمانان مدينې ته راولېږي.

نجاشي هم د مسلمانانو د تګ او ستنېدو لپاره بندوبس وکړ او هغوى ته يې ګران بيې ټوټې ، اسونه او همداراز ماريه ( د ابراهيم مور)  له دېرش تنو مسيحي کشيشانو سره مدينې ته واستول .

د مهاجرو دا ډله پر اوم هجري کال،هغه  مهال،چې پېغمبراکرم او مسلمانان د خيبر له يهودانو سره په جګره کې وو او برى يې هم په برخه شو،مدينې ته راستانه شول او پېغمبراکرم ورته ګرم هرکلى ووايه او دمسيحيانو کشيشان هم  تر اسلام راوړو، خپل هېواد ته ستانه شول.

حضرت جعفر (رض) او ياران يې،چې مدينې ته راستانه شول؛ نو څو مياشتې  لا نه وې تېرې شوې،چې د ((موته)) جګړه راپېښه شوه،چې دا جګره د حضرت جعفر بن ابيطالب (رض) په قوماندانۍ د اسلامي ځواکونو او د روميانو ترمنځ ((شام )) ته نږدې د ((موته )) په دښته کې ونښته.

د روم لښکر،چې شمېر يې د مسلمانانو په پرتله څو ګرايه و او له سيمې سره يې اشنايي هم درلوده،په دې جګره کې پر مسلمانانو برلاسي شول،چې په دې جګره کې ډېر مسلمانان ؛ لکه حضرت جعفر (رض) ، حضرت زيد بن حارثه او عبدالله رواحه شهيدان شول،چې تر شهيدېدو وروسته يې مسلمانانو حضرت ((خالد بن وليد)) خپل قوماندان وټاکه او خالد (رض) هم د جګړې دوام  سلا  و نه  ليده او د اسلام لښکر يې مدينې ته راستون کړ.

رسول الله د حضرت جعفر (رض) د شهادت تر خبرېدو وروسته وويل: خداى جعفر (رض) ته دوه وزرې ورکړې دي،چې اوس پرې په جنت کې الوځي . 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!