تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر الضحی سورت تفسیر   دا سورت یوولس آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د ورځې پر راپورته کېدو سوګند یاد شوی دی. داچې مخالفانو د وحې د پینځلس ورځیني […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر الضحی سورت تفسیر

 

دا سورت یوولس آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د ورځې پر راپورته کېدو سوګند یاد شوی دی.

داچې مخالفانو د وحې د پینځلس ورځیني نزول په پار، پېغمبر اکرم ته پېغور ورکاوه؛ نو دا سورت د پېغمبر اکرم تسل او ډاډ ته راغی او له آنحضرته یې له پلارمړۍ نیولي تر رسالته، د الله ملاتړ وریادوي او له رسول الله غواړي، چې هغه دې هم له پلارمړیو او بېوزلیو سره الهي چلن ولري او په ژبه او کړنه، الهي نعمتونه څرګند او منندوی دې یې وي.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

وَ الضُّحی«1» وَ اللَّیْلِ إِذا سَجی«2» ما وَدَّعَکَ رَبُّکَ وَ ما قَلی«3» وَ لَلْآخِرَهُ خَیْرٌ لَکَ مِنَ الْأُولی«4» وَ لَسَوْفَ یُعْطِیکَ رَبُّکَ فَتَرْضی«5»= پر غرمې قسم! پر شومه شپه قسم! [چې] پالونكي دې، نه پرېښى يې او نه (درسره) بې مینې شوی دی. او هرومرو آخرت درته تر دنيا غوره دى. او ژر به دې پالونكى دومره دركړي، چې خوشحال شې.

 

ټکي:

* «ضحی» د ورځې لومړۍ برخې او غرمه مهال ته وايي.«سجی»هم د پوښلو او هم د سکون او ارامۍ په مانا دي.

* «وَدَّعَکَ» له «تودیع» اخستل شوی او د ورپرېښوولو په مانا دی او «قَلی» په دښمنۍ، بغض، غوسه او قهر کې د شدت په مانا ده.

*څو ورځې پر پېغمبراکرم وحې بنده شوه. مخالفانو پېغور ورکاوه، چې الله پرېښی یې. دا آیتونه نازل شول او آنحضرت ته یې ډاډ ورکړ. شونې ده د وحې د نه راتګ دلیل دا و، چې الله خلک پوه کړي، چې هر څه دي، د هغه دي او پېغمبراکرم د وحې په الفاظو، د نزول په وخت او څومره والي کې یې، له ځانه کوم واک نلري.

*ددې نښه، چې الله پېغمبر اکرم نه دی پرېښی، داده چې الله په دې کوشني سورت کې دیارلس ځل پېغمبر ته خطاب کړی دی.

 

 

 

 

پېغامونه:

1-د ورځې رڼا او د شپې تیاره او ارامي دوه ستر الهي نعمتونه دي، چې سوګند پرې یاد شوی دی. «وَ الضُّحی وَ اللَّیْلِ إِذا سَجی»

2-په ځغرده د پېغور ورکوونکيو ژبه پرې او د پاکانو زړه لاس ته راوړئ. «وَ الضُّحی وَ اللَّیْلِ إِذا سَجی ما وَدَّعَکَ رَبُّکَ»

3- ناسمو او مخکې له مخکې قضاوتونو او شننو ته په ځغرده ځواب ورکړئ. «ما وَدَّعَکَ رَبُّکَ»

4-روزنپوه دې هغه نه پرېږدي، چې تر روزنې لاندې یې دی. «ما وَدَّعَکَ رَبُّکَ»

5-د پېرزو لنډمهاله بندېدل، د الهي غفلت او قهر نښه مه ګڼئ. «ما وَدَّعَکَ رَبُّکَ وَ ما قَلی»

 

أَ لَمْ یَجِدْکَ یَتِیماً فَآوی«6» وَ وَجَدَکَ ضَالاًّ فَهَدی«7» وَ وَجَدَکَ عائِلاً فَأَغْنی«8» فَأَمَّا الْیَتِیمَ فَلا تَقْهَرْ«9» وَ أَمَّا السّائِلَ فَلا تَنْهَرْ«10» وَ أَمّا بِنِعْمَهِ رَبِّکَ فَحَدِّثْ«11»=ايا پلارمړی یې و نه موندې؛ نو ستا سنبالنه یې وکړه؟!  او لار ناپېژاندې یې وموندې؛ نو لار يې دروښووله. او تنګلاسى یې وموندې؛ نو شتمن يې كړې، (اوس چې داسې ده)؛ نو له ((پلارمړي)) سره توندي مه كوه، او سوالګر مه رټه، او (په مننه) د خپل پالونكي د لورنې (نعمت) څرګندونه کوه.

 

ټکي:

* په «وَ لَلْآخِرَهُ خَیْرٌ لَکَ مِنَ الْأُولی» آیت کې له ((آخرت)) مراد یا د قیامت ورځ ده او یا په همدې دنیا کې د پېغمبراکرم د چار عاقبت.

*د پېغمبر صلی الله علیه و آله تر زوکړې مخکې یې پلار؛ عبداللّه له دې نړۍ ولاړ. په ماشومتوب کې یې مور له لاسه ورکړه، اته کلن و، چې نیکه یې عبدالمطلب ومړ؛ نو ځکه د پلارمړیو له درده خبر و.

* قرآن وايي: «ما ضَلَّ صاحِبُکُمْ وَ ما غَوی[1]»؛یعنې پېغمبر مو ان یوې شېبې ته هم ورکلاری نه و؛ نو له «وَجَدَکَ ضَالاًّ فَهَدی» مراد دادی، چې که الهي ښیون نه و؛ نو څه دې له لاسه نه کېدل.

لکه څنګه چې د شوری سورت په ۵۲ آیت کې وايي: «ما کُنْتَ تَدْرِی مَا الْکِتابُ وَ لاَ الْإِیمانُ وَ لکِنْ جَعَلْناهُ نُوراً نَهْدِی بِهِ» که زموږ پېرزو نه وه؛ نو ته له کتاب او ایمانه خبر نه وې.

یوسف سورت په ۳ آیت کې وايي: «أَوْحَیْنا إِلَیْکَ هذَا الْقُرْآنَ وَ إِنْ کُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغافِلِینَ»ته د قرآن تر نزول مخکې له بې خبرانو ځنې وې.

د «ضال» کلیمه هم د ورکلاري په مانا ده او هم د ورکې په مانا؛ لکه د «الحکمه ضاله المؤمن» په څېر[2]؛حکمت د مؤمن ورکه ده.

هو! پېغمبر د وحې تر نزول مخکې حیران و او د وحې په رڼا، له احکامو او خپلې الهي دندې سره آشنا کېده.

* «عائل» فقیر ته ویل کېږي او «قهر» له سپکاوي سره غوسې ته وايي. «نهر» په تاوتریخوالي شړلو ته وايي. د اوبو د نهر (وېالې) نامه یې هم د اوبو د تېز حرکت په پار ده.

*که د پلارمړي اړتیاوې تامین نشي؛ نو ټولنه ډېری ټولنیز او اخلاقي مفاسد ګواښي او شونې ده د مینې کموالی، پلارمړی سخت زړی، اوښکینی او رخور کړي.

 * په حدیث کې لولو: د قرآن تر ټولو هیلمنوونکی آیت د «وَ لَسَوْفَ یُعْطِیکَ رَبُّکَ فَتَرْضی» آیت دی، چې مراد ترې شفاعت دی[3].

*په دنیا او آخرت کې د رسول الله خوښي د الله پاموړ ده؛ لکه چې په دنیا کې یې قبله د هغه خوښۍ ته بدله کړه، چې یهود منت پرې کېنږدي، چې بیت المقدس چې زموږ قبله ده، پر لوري یې لمونځ کوې.

«فَلَنُوَلِّیَنَّکَ قِبْلَهً تَرْضاها» او په آخرت کې هم د شفاعت مقام ورکوي، چې خوښ شي. «وَ لَسَوْفَ یُعْطِیکَ رَبُّکَ فَتَرْضی))

* امام باقر (رح) د یاد سوګند په اړه وویل: له ځانګړې ورکړې نه مراد، چې الله به یې رسول الله ته ورکوي، شفاعت دی. «و الله الشفاعه و الله الشفاعه[4]».

او امام صادق (رح) وویل: د نیکه خوښي مې په دې ده، چې یو مؤحد/یوپالی هم په اور کې پاتې نشي[5].  

* امام صادق، د «وَ أَمّا بِنِعْمَهِ رَبِّکَ فَحَدِّثْ» آیت تر تفسیر لاندې وویل: «حدث بما اعطاک الله و فضلک و رزقک و احسن الیک و هداک[6]» د هغه ورکړې برترۍ، رزقونه، احسانونه او ښیونونه – هدایتونه څرګند کړئ.

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل:«التحدث بنعمه الله شکر و ترکه کفر[7]» د چا په ژوند کې چې د الهي نعمتونو آثار و نه لیدل شي، د الله دښمن او د نعمتونو یې مخالف دی.

 

پېغامونه:

1-الله، خپل استازی په دنیا او آخرت کې له هر قهر او غضبه بیمه  او خوندي کړی دی. (وَ لَلْآخِرَهُ خَیْرٌ لَکَ …)

2-اخروي نعمتونه د دنیوي نعمتونو ځوړ، کړاو او نیمګړتیا نه لري. «وَ لَلْآخِرَهُ خَیْرٌ لَکَ مِنَ الْأُولی»

3-د وحې لنډمهاله پرېکون په پار، الله له خپل استازي سره سترې ژمنې وکړې.«وَ لَسَوْفَ یُعْطِیکَ رَبُّکَ»

4-د ټولې نړۍ مالکیّت هم الهي وګړي نه راضي کوي؛ نو د الهي ژمنو پلي کېدل، په بله نړۍ کې دي. «لَسَوْفَ یُعْطِیکَ رَبُّکَ فَتَرْضی»

5-د پېغمبر اکرم خوښي، د الله پاموړ ده. «فَتَرْضی»

6-مشر دې دردمن وي، چې د نورو درد درک کړای شي. «أَ لَمْ یَجِدْکَ یَتِیماً ، عائِلاً»

7- یتیمي کمال ته د رسېدو پر لار خنډ نه ده. «أَ لَمْ یَجِدْکَ»

8-پر انسان د انسان منت ایښوونه ناوړه چار دی؛ خو پر انسان د الله منت یو ارزښت دی.( أَ لَمْ یَجِدْکَ یَتِیماً فَآوی …)

9-د الهي نعمتونو یاد، له الله د مننې او په انسان کې نورو ته د چوپړ روحیه راژوندۍ کوي.( أَ لَمْ یَجِدْکَ یَتِیماً فَآوی … فَأَمَّا الْیَتِیمَ فَلا تَقْهَرْ)

10-د ځواک پر مهال مو د کمزورۍ وختونه رایاد کړئ. «أَ لَمْ یَجِدْکَ یَتِیماً»

11- الهي لورنې په واسطه ترسره کېږي«آوی»(مَأوی ورکول او د الله له لوري غني کول، د حضرت ابوطالب او حضرت خدیجې په واسطه ول).

12-پلارمړي ته پناه ورکول او د بېوزلي غني کول، الهي چار دی. «فَآوی – فَأَغْنی»

13-که خپل تېر تریخ وخت رایاد کړئ، بېوزله به هېڅکله و نه شړئ او ورشا به نه کړئ. «فَأَمَّا الْیَتِیمَ فَلا تَقْهَرْ»

14-د پلارمړي لاسنیوی یې، د عمري او روحي شرایطو له کبله په لومړیت کې دی. «فَلا تَقْهَرْ – فَلا تَنْهَرْ»

15- نعمتونه له الله وګڼئ او پرې مه غره کېږئ. «بِنِعْمَهِ رَبِّکَ»

16-نعمت رایادول یو ډول مننه ده. «فَحَدِّثْ»

17-د الله تېره پېرزوینه یې، ګاندې/راتلونکې ته د هیلمنۍ لامل دی. ( هغه الله چې په تېر وخت کې یې ستا پلارمړي، بېوزلي او هېښتیا لرې کړه؛ نو راتلونکې او آخرت به دې غوره کړي.) (وَ لَلْآخِرَهُ خَیْرٌ لَکَ … أَ لَمْ یَجِدْکَ …)

18-الله ډېره بښنه کوي؛ خو لږ غواړي، بېوزله غني کوي؛ خو له موږ نه غواړي چې بېوله غني کړو؛ یوازې وايي: بېوزله مه شړئ. «وَ أَمَّا السّائِلَ فَلا تَنْهَرْ» یتیم ته مأوی ورکوي؛ خو له موږ دومره غواړي، چې پر یتیم غوسه نشو. «فَأَمَّا الْیَتِیمَ فَلا تَقْهَرْ»

19- الله یې بې سواله درکوي؛ نو موږ دې یې لږ تر لږه هغو ته ورکړه وکړو، چې سوال راځنې کوي. (وَ وَجَدَکَ عائِلاً فَأَغْنی … وَ أَمَّا السّائِلَ فَلا تَنْهَرْ)

20- نعمتونه د خپلې پوهې، تخصص او هوښیارۍ محصول/یبره مه ګڼئ؛ بلکې د هغه پېرزو یې وګڼئ.(بِنِعْمَهِ رَبِّکَ …)

21-د نعمتونه یادونه انسان له نهیلۍ او ځان بایللو ژغوري او د پېښو پر وړاندې یې مقاومت ډېروي. «بِنِعْمَهِ رَبِّکَ فَحَدِّثْ»

22-پلارمړیو ته تر خوړو او کالي مهم، مینه ده. «فَأَمَّا الْیَتِیمَ فَلا تَقْهَرْ»

23- که رنځ، بېوزلي او ستونزې انسان ته ورپېښې شي؛ نو د نورو نعمتونو رایادونه ورته ملهم دي. «وَ أَمّا بِنِعْمَهِ رَبِّکَ فَحَدِّثْ»

24-الهي نعمتونه دې د انسان د ودې او رزونې په بهیر کې وي، نه غفلت ته یې. «بِنِعْمَهِ رَبِّکَ»

«والحمد للّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال: شیخ محسن قرآئتی 

[1] – نجم،2.

 

[2] .نهج البلاغه،حکمت 80.

[3] – شواهد التنزیل،ج2،ص446.

[4] .بحار،ج8،ص57.

[5] – صافی تفسیر.

[6] – مجمع البیان او نمونه تفاسیر.

[7] -وسائل،ج8،ص40.

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!