بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت محمد(ص) د خديجې په سوداګريز کاروان کې شام ته ځي د حضرت محمد(ص) اقتصادي وضع ښه نه وه او د خپل تره “ابوطالب” مالي مرستو ته اړ و، چې واده وكړي؛خو د خديجې بي بي د وكيل په توګه يې شام ته سوداګريز سفر اقتصادي وضع ښه كړه.محمد(صلی الله عليه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
حضرت محمد(ص) د خديجې په سوداګريز کاروان کې شام ته ځي
د حضرت محمد(ص) اقتصادي وضع ښه نه وه او د خپل تره “ابوطالب” مالي مرستو ته اړ و، چې واده وكړي؛خو د خديجې بي بي د وكيل په توګه يې شام ته سوداګريز سفر اقتصادي وضع ښه كړه.محمد(صلی الله عليه و اله وسلم) هم د بي بي خديجې د سوداګرۍ په كاروان كې لومړى ځل له مكې ووت. د امانت او صداقت اوازې یې خديجي ته ورسېدې او له بركته يې كاروان خورا ګټه وكړه.
د بي بي خديجې مريي “ميسره” ورته د حضرت محمد (صلی الله عليه و اله) د سفر كيسه وكړه او كوم كرامات يې،چې ترې لېدلي ول او د راهب خبرې يې ورته وكړې؛نو خديجې ورته وويل: ((ميسره! بس دى،زما مينه دې ورسره نوره هم ډېره كړه،ځه ولاړ شه،ته او ستا ښځه مې ازاد كړئ او دوه سوه درهمه، دوه اسونه او ګران بيه جامې به هم دركړم.))
خديجې بي بي،چې له “ميسره” څه اورېدلي ول، “ورقه بن نوفل” ته يې كيسه وكړه.”ورقه بن نوفل” ورته وويل: ((د دې كراماتو خاوند هماغه عربي پېغمبر دى.))
وګورئ: ابن هشام؛ سيرة: ۱/ 26.
د واده وړانديز
خديجې بي بي ته پېغمبر اكرم (ص) د كارپوهۍ او مړانې له امله ډېر ګران و؛نو ورسره له کړې ژمنې يې څه زياتې پيسې د انعام په توګه وركړې؛خو پېغمبر اكرم (ص) يوازې د خپل تړون پېسې واخستې او د “ابوطالب” كور ته روان شو. خپل ګټلي يې په دواړو لاسو تره ته ډالۍ كړل . تره،چې د خپل وراره په تمه و،په ليدو يې له سترګو د خوشحالۍ اوښكې راغلې؛ځكه وراره يې پر خپلو پښو درېدلى دى . بيا يې دوه اسونه او دوه اوښان وركړل،چې سوداګرۍ ته دوام وركړي .
بي بي خديجې،چې حضرت محمد (ص) رېښتينى ، امانتوال او د ښه خوى خاوند وليد؛نو ورته يې د واده وړانديز وكړ. بيا پېغمبر اكرم له خپلو ترونو سره د حضرت خديجې کورته پر مركه ولاړل . خديجې ورته په ځواب كې وويل:
((محمده!ستا مرکه مې قبوله ده، ترونو ته دې ووايه، چې د واده د وليمې تيارۍ ونيسي.)) ( تذكرةالخواص سط ابن جوزي 352 مخ )
پېغمبر اكرم (ص) چې د بي بي خديجې له كوره وته؛نو ورته يې وويل: (( دا ستا خپل كور دى او زه ستا وينځه يم،هر وخت مو،چې غوښتل،خپل كور ته را تلاى شې.))
وګورئ : سفينة البحار:1/ 379)
خديجه بي بي د امت له غوره ښځو ده
تر واده روسته بي بي خديجې ټوله شتمني پېغمبر اكرم (ص) ته وركړه او ويې ويل: (( څرنګه مو چې سلا وي،د خداى د دين په خپرولو كې يې ولګوئ .))
پېغمبر اكرم (ص) به د حضرت خديجې خورا درناوى كاوه او په چارو كې يې ورسره سلا مشورې كولې.
وګورئ: بحار الانوار:٦/10 .
پېغمبر اكرم (ص) وايي: ((خديجه د دې امت له غوره مېرمنو ده.))
وګورئ: سبط ابن جوزي؛تذكرة الخواص: 352 مخ.
ام المؤمنين عايشه بي بي له پېغمبر اكرم (ص) روايتوي،چې :((ما ته څوك د خديجې په شان كېداى نشي ،په داسې وخت كې يې زه رښتينى وبللم او پر ما يې ايمان راوړ،چې ټول كافر ول او دروغجن يې بللم او خپله ټوله شتمني يې راكړه او خداى زما ځوځات له اولادې يې وګرځاوه.))
وګورئ: سبط ابن جوزي؛ تذكرة الخواص: 353 مخ .
په يو بل روايت كې راغلي : (( هر وخت به،چې جبراييل پېغمبر اكرم (ص) ته راتله؛ويل يې:”خديجې ته د خداى سلام ورسوه او ورته ووايه،چې خداى (ج) درته په جنت کې يوه ښكلې ماڼۍ جوړه كړې ده.”))
وګورئ:تذكرة الخواص : 352 مخ.
لومړنۍ اسلامي کورنۍ
د حضرت خديجې بي بي كور د هغه وخت تر ټولو ښايسته كور و او ددې پېښو جرړه بايد د خديجې د ژوند په تاريخ كې ولټوو؛خو څه چې ترې منكرېداى نشي دادي،چې که داسې سرښندنه په معنوياتو كې رېښه و نه لري؛نو ډېر ژر به له منځه ولاړ شي.
تاريخ شاهد دى،چې دا واده د خديجې د ايمان،تقوا،پاكلمنۍ او امانت ساتنې زېږنده و . پخلى يې هغه روايتونه كوي،چې د خديجې د فضايلو په باب راغلي دي.
پاكلمنه خديجه د مؤمن مېړه په لټه كې وه؛ځكه يې پېغمبر اكرم په باب وايي: (( خديجه د جنت له ارزښتمنو ښځه ده.))
په ښځو کې لومړى خديجې بي بي پر پېغمبر اكرم ايمان راووړ.حضرت علي (ک) وايي:((يوه مسلمانه كورنۍ هم نه وه؛خو يوازې د پېغمبر اكرم او خديجې بي بي كورنۍ وه،چې درېم يي زه وم.))
“ابن اثير” ليكي: (( د “عفيف” په نامه سوداګر “مسجدالحرام” ته راننووت او د درېو تنو عبادت خورا حېران كړ، و يې ليدل،چې پېغمبر اكرم (صلی الله عليه و اله) له خديجې بي بي او حضرت علي سره پر عبادت بوخت دي.پردې پېښې پوهېدو ته د پېغمبر اکرم تره “عباس” ته ورغى او ورته يې وويل:”هغه لومړى د پېغمبرۍ دعوى كوي او بله يې ښځه ده او درېم يې زما وراره علي دى.”
“عفيف” وويل:”پردې ځمكه بې له دې درېو تنو څوك نه وينم،چې د دې دين پلويان وي.”))
پېغمبر اكرم د حضرت خديجې د دوستانو ډېر درناوى كاوه. حضرت “انس” (رض) وايي: (( پېغمبر اكرم ته به،چې چا ډالۍ راوړه؛ نو ويل يې:”دا ډالۍ د پلانكۍ ښځې كور ته يوسئ؛ځكه د خديجې ملګرې وه.”))
وګورئ: سفينة البحار: 1 / 380 .
د اسلام له راتلو وروسته،لومړۍ اسلامي كورنۍ د حضرت محمد(صلی الله عليه و اله) او حضرت خديجې وه،چې حضرت علي (ک) هم ورسره اوسېده.
وګورئ:
(١) نهج البلاغه: د قا صعه خطبه .
(٢)مناقب ابن شهراشوب 2 / 180