تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ     په قرآن او نبوي سیرت کې د منجمنټ/سنبالښت اصول سيره او مديريت/سنبالښت غربي عالم”توماس کار لايل”(١٧٩٥- ١٨٨١ز)د رسول الله د مديريت په اړه ويلي دي:  ((په رښتيا سپېڅلي الله تعالی، عرب په اسلام له تيارو رڼا ته راوايستل او هغو مړو او مړاوو خلکو ته يې ژوند او خوځښت ورکړ. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

    په قرآن او نبوي سیرت کې د منجمنټ/سنبالښت اصول

سيره او مديريت/سنبالښت

غربي عالم”توماس کار لايل”(١٧٩٥- ١٨٨١ز)د رسول الله د مديريت په اړه ويلي دي:

 ((په رښتيا سپېڅلي الله تعالی، عرب په اسلام له تيارو رڼا ته راوايستل او هغو مړو او مړاوو خلکو ته يې ژوند او خوځښت ورکړ. له اسلامه مخکې لالهانده، بېنومه او بېوزله وو، چې د ژوند له پيله يې په وچو او سوځنده بېدیاوو کې بې له کډوالۍ، په تاريخ کې بله کارنامه نه ده کښل شوې؛ خو څښتن ورته استازى ولېږه او له بېنومۍ يې پر شهرت او له کمزورۍ يې پر ځواکمنۍ واړول او په ټوله نړۍ کې يې رڼا خپره شوه او وړانګې يې له شماله تر جنوب او له ختيځه تر لوېديځه ورسېدې. ))

“فيردريک روکرت” (١٧٦٦- ١٨٦٦ز) جرمنى ختيځپوه او د ((وين)) او ((برلين)) د پوهنتونو استاد وايي:

((هغه کړلارې او قوانين، چې “محمد” خپل امت او نړيوالو ته راوړل، د هر اړخېزې ستاينې او درناوي وړ دي او د دين د معجزې دليل يې دادى، په هغه وخت کې چې د کړلارو او قوانينو د پلي کولو او بري هېڅ شرايط چمتو نه وو؛ خو صداقت، پاک نيت او د موخو ستريا يې ټول ناشوني کړل ))

 

مديريت/سنبالښت ته ټوليزه کتنه

له ديني پوهې بې اعتنا او جاهلي ټولنې، پخوا او اوس د مادي او ناپوهو انسانانو د نظرياتو په زخمو کې لالهانده دي او چې بيا جاهلي ټولنو ته الهي پېغمبرانو لار وښووه؛ نو يهودانو پر ناڅيزه بيه د ((تورات)) نوراني کتاب واړاوه او مسيحيانو يې په لاورۍ ((انجيل)) واړاوه.

روسته چې هغوى د ژوند د بېلابېلو چارو د مديريت په اړه د خپلو اديانو له بېوسۍ خبر شول؛ نو په دې ګومان، چې خپل اړول شوي اسماني کتاب ته لوړکړي؛ نو له مادي فلسفې سره يې د مفاهيمو په ګډولو لاس پورې کړ، چې ددې اړونو او ګډولو پايله د ځمکنيو او اسماني مفاهيمو ګډوډي او پردې دين ځينې ناروا ازادۍ او ارتجاعي ارزښتونه وتپل شول، چې ويلاى شو، د نږه ماده پالنې تاوان تردې ګډوډۍ لږ دى.

ددې بېلاريو بل غبرګون د پاڅونو او خوځښتونو رامنځ ته کېدل وو.

 د کليسا له لوري د ګناهونو د بښل کېدو د سند پرخلاف د ((لوتر)) پاڅون او د فرانسې ستر پاڅون له دينه د سياست د بېلولو پيلامه وه او همدا و، چې نړۍ پر داسې ځنګله واوښته چې زورور پکې پر کمزوريو نه لورېږي، شتمن بېوزلي زبېښي او د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د وينو نېزونه وبهېدل او تر دوو خونړيو نړيوالو جګړو روسته، اوس هم په نړۍ کې ګډوډي ده.

رسول الله صل الله علیه و آله وسلم بېسارى مدير و

د لويديځ او ختيځ سترو عالمانو په ټولو اړخونو کې د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم لوېښت منلى، چې يو يې مديريت هم دى:

هغه با کفايته او پياوړي مدبر مدير، له شيندلې جاهلي ټولنې، ستر “واحد امت” جوړ کړ او د رسالت رڼا يې بېلابېلو سيمو ته ورسوله او د اقتصاد، سياست او قانون اېښوونې په برخو کې يې علمي او انساني پاڅونونه رامنځ ته کړل.

 پخوا مو هم ورته اشاره وکړه او د لويديځ عالمانو هم منلې، چې اسلامي پوهې د نننۍ نړۍ د ډېرو پرمختګونو، خوځښتونو او بدلونو لامل و او شک نشته چې د اسلامي نړۍ د ټولو پرمختګونو لامل د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم بېسارې اداري کړلارې او سيره ده. هغه پېغمبر، چې د قرآن کریم د وينا له مخې، ټولو مسلمانانو ته غوره بېلګه ده؛

 ((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً[1]= سکه د الله تعالی د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې الله تعالی او د اخرت ورځې ته هيلمن وي او الله تعالی ډېر يادوي.))

او د بشر ي ژوند د ټولو چارو مشر دى.

د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم د مديريت يوه برخه

خبره به درسول الله د بلنې له ړومبيو ورځو راواخلو، چې خپلې کړلارې يې پر دوو برخو وېشلې وې:

الف: په مکه کې مديريت.

ب: په مدينه کې مديريت.  

رسول الله صل الله علیه و آله وسلم په مکه کې د ډېرو کړاوونو په ګاللو، د توحيدي آيتونو په لوستو او په راويښوونکيو پوښتنو او ځوابونو او د آخرت او د دوزخ د اور په رايادولو، د نومسلمان د عقيدو په جوړولو او له زړونو او فکرونو يې د جاهليت د دوړو په څنډلو لاس پورې کړ او په تبليغ يې، ټول د الهي دين منلو او د جاهليت د دودونو پرېښوولو ته راوبلل.

 دا ديارلس کاله د ښوونې او روزنې، په تېره بيا د افکارو د روزنې پړاو و؛ نوځکه په دې پړاو کې د قرآن کریم ډېر شمېر آيتونه راغلل.

د يادونې وړ ده، چې سمه ګروهه او بنسټي ايمان، له عادي خلکو “امين” او “مخلص” مسلمانان جوړوي، چې ټولنې ته د ورننووتو او د مدني دندو د پر غاړه اخستو پر مهال د اسلامي کړنلار او چلن ننداره کوي، چې د عبادي کړلارې پلي کول د همدې موخې او د امينو انسانانو روزلو ته وو، چې پينځه وخته لمونځ، د قرآن کریم لوستل او نور عبادتونه هم پکې شامل وو، چې رسول الله يې مسلمانانو ته سپارښتنه کړې وه او په خپله يې هم د هغوى په سرته رسولو کې خورا کوښښ کاوه، چې رسول الله او نورو مسلمانانو د شپې لمونځ او يو لړ نور عبادتونه، د ژوند يوه برخه ګرځولي، چې قرآن کریم يې په اړه وايي:

((رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَى‏ مِن ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ وَطائِفَةٌ مِنَ الَّذِينَ مَعَكَ وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ عَلِمَ أَن لَن تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقرآن کریم عَلِمَ أَن سَيَكُونُ مِنكُم مَّرْضَى‏ وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضاً حَسَناً وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُم مِنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ هُوَ خَيْراً وَأَعْظَمَ أَجْراً وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[2]= په واقع كې ستا پالونكى پوهېږي، چې ته د شپې له درېو څخه دوو برخو ته نژدې او(يا) د(هغې) نيمايي او (يا) د هغه درېیمه [لمانځه ته] راپاڅېږې او ستا له ملګرو يوه ډله هم (دغسې کوي) او الله تعالی د شپې او ورځې اندازه ټاكي او هغه پوهېږي، چې تاسې (د عبادت لپاره) په (ځير) وخت نه شئ حسابولاى؛ نو و يې بښلئ؛ نو قرآن کریم څومره، چې درته (ممكن او) اسان وي، ولولئ. (هغه) پوهېږي، چې ژر به په تاسې كې ځينې رنځور شي او (يو شمېر) نور (به) پر سفر ووځي او الهي فضل (او روزى) به تر لاسه كوي او بله (ډله) به د الله تعالی په لار كې جهاد كوي (او د قرآن کریم له لوستو بې برخې كېږي)؛ نو څومره چې درته (ممكن او) اسان وي، قرآن کریم ولولئ. لمونځ وكړئ او زكات وركړئ او الله تعالی ته غوره پور( قرض الحسنه) وركړئ [=د هغه په لاركې نفقه وركړئ] او (پوه شئ)، هره نېكي، چې له مخكې، خپلو ځانو ته لېږئ (؛ نو) له الله تعالی سره به يې ډېر غوره او په ډېرې بدلې ومومئ او له خدايه بښنه وغواړئ [ځكه] چې الله تعالی ډېر بښونكى [او] لورين دى.))

لکه چې د شپې دا کړلار پټ حکمت لري؛ يعنې د شپې د لمونځ کوونکي د قلبي ايمان پر پياوړتيا او ټينګښت سربېره، د ورځې الله تعالی ته د رابللو او انفاق په لار کې ګړندي ګامونه اخلي.

په مکه کې مديريت

د هغو فشارونو له لامله، چې قريشو د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم پر نوي غورځنګ راوړل؛ نو اړ شو، چې دوو هجرتونو ته کړلارې جوړې کړي، چې يوه ((حبشې)) او بله مدينې ته. دا کړلارې دومره منظمې او دقيقې جوړې شوې وې، چې د اسلام له دښمنانو يې د هر ډول ناوړه ګټنې فرصت واخست او د مهاجرت مخنيوى يې و نه کړاى شو او دا هجرتونه د هغو خطرونو د مخنيوي لپاره وشول، چې د مسلمانانو ژوند يې ګواښه.   

د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم د تدبير، هوښيارۍ او پياوړي مديريت يوه نښه دا وه، چې د لاندې دليلونو له لامله په مکه کې پاتې شو او خپل هجرت يې وځنډاوه:

الف_تر هغو خلکو سره کتنه او اسلام ته يې رابلنه، چې د “عربستان” له بېلابېلو سيمو مکې ته د کعبې زيارت ته راتلل، چې د مدينې له خلکو سره د “عقبى لومړى تړون” يې يوه بېلګه ده.

 ياد دې وي، چې په يو لړ نورو مراسمو کې چې د “عقبى دويم تړون” يادېږي، چې پکې د يثرب73 وتليو وګړيو، چې ښځې هم پکې وې، پر رسول الله صل الله علیه و آله وسلم ايمان راووړ او هغوى چې “يثرب” ته ستانه شول؛ نو د نورو خلکو مسلمانېدو، د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم هجرت او په “يثرب” کې داسلامي دولت جوړولو ته يې لار هواره کړه.  

ب_ د ړومبيو مسلمانانو د يوې ډلې د هجرت اوډونول، چې ورته لومړى يا کوشنى هجرت ويل شوى. دې هجرت “افريقا” ته د اسلام غږ ورساوه او هلته يې د اسلام مرکز جوړ کړ، چې غږ يې نورو ځايو ته هم ورسېد او پردې سربېره، مسلمانانو خورا زياتې تجربې هم لاس ته راوړې.

ج_چې په مکه کې د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم يوازېنى ملاتړ؛ يعنې تره يې ((ابوطالب)) رنځور شو؛ نو يوه ډله قريش ورته ورغلل، چې وراره يې نوي دين ته د خلکو له رابللو ډډه وکړي او که زموږ خبره يې ومنله؛ نو څه چې غواړي، ور به يې کړو؛ خو رسول الله پر خپلې بلنې ټينګ ولاړ و او خپل تره ته يې وويل، چې ورته ووايي:  ((ګرانه تره !که يو ټکى مو پر ژبه راووړ؛ نو د عربو او عجمو ښاغلي به شئ. ))

 قريشو رسول الله صل الله علیه و آله وسلم ته غوږ رانږدې کړ، چې څه وايي.

 رسول الله وويل: ((ووياست: ((لا اله الا الله)) او يوازي “الله” ولمانځئ.))

 د قريشو مشرکان ددې خبرې په اورېدو، د “ابوطالب” له کوره ووتل؛ ځکه که حق ته ېې غاړه ايښې واى؛ نو بايد له ټولو هغو ګټو او مقامونو يې لاس پرېمنځلى واى، چې په شرک او تېري ور په برخه شوي وو.

دې پېښې ته پام څرګندوي، چې رسول الله هغه مهال د توحيد پر بنسټ نړيوال اسلامي حکومت جوړولو ته لار اواروله، چې دا خبره د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم د مديريت مهم آر و.

په مدينه کې مديريت

رسول الله صل الله علیه و آله وسلم مدينې ته تر هجرت روسته، د قرآن کریم د قوانينو او د احکامو د پلي کولو په موخه، د اسلامي دولت د بنسټونو او حکومتي سازمانو په جوړلو لاس پورې کړ.  

د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم بېسارې حکومتي کړنلار نه چا په پخوانيو تمدنو کې ليدلې وه او نه به يې په راتلونکې کې وويني.

اداري تشکيلات

رسول الله صل الله علیه و آله وسلم له هر څه مخکې، اداري تشکيلات جوړ کړل، چې دا ورته د الهې احکامو د پلي کولو وزله وه، نه موخه.

د اسلامي دولت د اداري جوړښت غړي:

١_د سيمو او ټبرونو مشران او په هغوى کې د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم استازي.

٢_ د زکات د راټولولو، ساتلو او وېش کارمندان.  

٣_د وحې او د هغو ليکونو ليکوال، چې رسول الله صل الله علیه و آله وسلم به د هېوادو، ټبرونو او سيمو مشرانو ته ليکل او هغه سفيران، چې دا ليکونه او پېغامونه به يې نورو دولتو ته رسول.  

 رسول الله صل الله علیه و آله وسلم په دې تشکيلاتو کې تر ټولو لوړ سياسي ځواک او مقام و او پر ټولو مسلمانانو يې عام او سراسري ولايت درلود؛ ځکه د نبوت پر مقام سربېره يې د مسلمانانو د مشرۍ او واکمنۍ دنده هم درلوده.  

که پوښتنه وشي:  

 رسول الله صل الله علیه و آله وسلم د اسلامي دولت د جوړولوکار له کوم ټکي پيل کړ؟

د بيت المال او خزانې له جوړلو؟

 د پوځي ځواک له جوړولو؟

د قضايي محاکمو له جوړولو؟

د ګوند او يا ګوندونو له جوړولو؟ يا. . . ؟

ځواب دادى:

 رسول الله صل الله علیه و آله وسلم د اسلامي دولت جوړول، د جومات په جوړولو پيل کړ او په هغه وخت کې جومات د ديني ګروهو د پياوړتيا، د نفس د پاکۍ او روزنې، د اسلامي ښوونو د زده کړې ستر پوهنتون، د پوځيانوښوونيزمرکز، د انسان او الله تعالی د اړيکو او د ټولو دولتي ادارو د څارنې او اوډون مرکز و.  

 د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم پر سختو دښمنانو سربېره او هغوى چې په مدينه او او بهر کې مسلمانانو ته په څارنځاى کې وو؛ نو په دغسې حالاتو کې يوازې په پياوړي او د قيق مديريت ترسره کېداى شي؛ نوځکه رسول الله صل الله علیه و آله وسلم د ټولو ادارو چارې په خپله سمبالولې، چې البته ددې ټولو کړلارو سرچينه الهي وحې وه؛ خو پلي کول يې د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم تر مخامخ څارنې لاندې وو، چې په طبيعي ډول لاندې دوو شبهو ته ځواب ورکړ شي:  

الف_ د اسلام د دښمنانو ګومان، چې ادعا کوي، اسلامي احکام ذهني او خيالي دي او په واقعيت کې پلي کول يې ډېر ستونزمن دي.

ب: د لايزم د لارويانو په لوى لاس دروغ او ګومانونه، چې له سياست او انساني کړو وړو، د قرآني نصوصو پر بېلېدو ګروهن دي.

د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم مديريت

مدينې ته تر ننووتو لږ روسته، زيات شمېر پېښې وشوې، چې په هره پېښه کې د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم ځانګړى چلن، د نوي مديريت د کارولو دليل دى.

1_عدالت:

 د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم ټولنيزې چارې په اداري بڼه او د سنجول شوې کړلارې له مخې وې او تر لاس لانديو سره چلن يې پر عدالت ولاړ و، ان په کتنه او موسکا کې يې هم په هغوى کې توپیر نه کاوه او چارې يې داسې سمبالولې، چې حق حقوال ته ورسي او همدا الهي ځانګړنې يې وې، چې په انساني مشرۍ کې يې ترې بې سارى بېلګه جوړه کړه.  

څرګنده ده، هغه مشر ظالم دى، چې د تر لاس لاندې کسانو ترمنځ توپیر کوي، چې په خپله به د خپلې ادارې د ړنګېدو لامل وي، چې همدا اوس داسې توپیرونه د نړۍ په مادي ادارو کې شته، حال دا شعارونه ورکوي: مدير بايد ټولو کارکوونکيو ته په يوه سترګه وويني او ترمنځ يې مساوات وي؛ خو حقيقت دادى، چې دا شعارونه يې بنسټ نه لري او موږ د پاک نبي د سيرت په رڼا کې اعلانوو، چې د هر مدير چلن بايد د عدالت پر بنسټ وي؛ يعنې که دوې ادارې يو شانته شرايط او ځانګړنې ولري؛ نو د عدالت غوښتنه ده، چې دواړه برابر امتيازات ولري او که د ځينو سازمانو کار، د ټولنې ښېګړو او ګټو ته ژوندوني ارزښت ولري؛ نو د هغه سازمان او نورو ادارو ترمنځ مساوات، د ټولنې د ښېګړو پرخلاف کار دى او کېداى شي د فرصتونو په لاسه ورکولو او د ډېرو وړتیاوو او وړتياوو د ويجاړۍ لامل شي؛ لکه څنګه چې بېځايه بښنې، د قانون درناوى له منځه وړي؛ نوځکه وايو: په ځينو وختو کې مساوات له عدالت سره اړخ نه لګوي.

 د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم ژوند ان له بعثت مخکې هم له غوره چلن او ښه مديريته برخمن و، چې بېلګه يې په عربو کې د کعبې په دېوال کې د ((حجرالا سود)) د تيږي د اېښوولو پر سر د اړپېچ پر مهال د رسول الله مديريت دى.  

 کيسه داسې وه: هر چا غوښتل، ددې کار وياړ ور په برخه شي او په دې اړه يو هم له خپلې خبرې نه تېرېده او نږدې و ترمنځ يې اوږده جګړه راشي. بالاخره پرېکړه وشوه: څوک چې ړومبى په وره راننووت؛ نو هغه به يې شخړه اواروي او د الله تعالی په اراده، حضرت “محمد” ړومبى کس و، چې راننووت او خپل څادر يې خپور کړ او تيږه يې پکې کېښووه او تر ټولو يې وغوښتل د څادر يوه پيڅکه ونيسي او تيږه خپل ځانګړي ځاى ته راوړي او بيا يې تيږه په خپل لاس په خپل ځاى کې کېښووه او له دې لارې يې شخړه پاى ته و رسوله.

بله بېلګه مدينې ته د ننووتو پر مهال ده.  

د مدينې هر اوسېدونکي هڅه کوله د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم د مېلمستيا وياړ ولري. هغه مهال ددې مسالې پر سر د لاس و ګرېوان کېدو امکان ډېر و، چې ناوړه اغېزې يې تر ډېره پاتې کېداى شوې او په راتلونکې کې يې اسلامي غورځنګ ته ډېرې ستونزې پېښولې؛ نو اواروي ته يې رسول الله صل الله علیه و آله وسلم وويل:  

 ((اوښ ته مې دنده ورکړ شوې، لار ورکړئ! چېرته چې ودرېد؛ هماغه کور ته ځم.))

اوښ د حضرت ابوايوب انصاري (رض) د کور مخې ته ودرېد او دا مساله هم د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم پردې تدبير اواره شوه.  

2_ رورولي:

 دا کړلار، چې د بشريت تاريخ يې سارى نه لري، په ښکلي انساني او اداري بڼه ترسره شو او سره له دې چې مهاجرو او انصارو پر خوى بوى او دودونو کې يو له بل سره خورا توپیرونه درلودل؛ خو د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم د مدينې د هغه وخت د شرايطو او ټولو اړخونو په پامنيوي سره يې، په منځ کې يې”رورولي” اعلان کړه.  

 په زړه پورې خو داده، چې ددې کړلارې پلي کولو ته هېڅ ډول ټاکنه او له پخوا جوړجاړى نه و شوى او دا کار هغه مهال ترسره شو، چې کله ټول مسلمانان راټول شول؛ نو رسول الله صل الله علیه و آله وسلم حکم وکړ: هر مسلمان دې په څنګ کې له ولاړ مسلمان سره د رورۍ تړون وکړي.  

 ددې بېسارې الهي او اداري کړلارې پايله دا وه، چې ټولو اصحابو ځان د يوې کورنۍ غړي ګڼل او د سرښندنې داسې پوړۍ ته رسېدلي وو، چې که په خپله يې هم کوم څيز ته اړتيا درلوده؛ نو مسلمان رور ته يې ورباښه او که د ارث او خپلوۍ په اړه آيتونه نه وو راغلي؛ نو ټولو به ګومان کاوه، چې یو له بله ميراث هم وړي.

3- جومات؛ عبادتځى او د حکومت اداري مرکز:

 د اسلام نوي پر پښو درېدلى امت، د خپلو اداري، فکري، سياسي، پوځي او عقيدتي چارو سمبالنې ته يو مرکز ته اړ وو؛ داسې مرکز، چې د نوي دين له آرونو او ارزښتونو سره اړخ ولګوي او د همدې اړتيا لپاره، رسول الله صل الله علیه و آله وسلم له هر څه مخکې، د جومات په جوړلو لاس پورې کړ؛ يو ساده جومات، چې يوازې څلور دېوالونه يې درلودل، چې لوړوالى يې د انسان د لوړوالي هومره و، چې په پيل کې يې چت هم نه درلود او څه موده روسته ورته يې د کجورو له لښتو چت جوړ کړ.

 اصولاً د يوې پروژې او کړلارې ارزښت په ښه اداره کولو پورې اړه لري او داچې څومره خلکو ته ګټوره ده.  

هو مسلمانانو! د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم جومات په ډېر لږ لګښت جوړ شوى و او ساده و؛ خو له هماغې وړوکي او ساده جوماته، پر ټوله نړۍ د اسلامي تمدن وړانګې خپرې شوې.  

 4_د مدينې د منشور ليکل:

 په دې اړه مو په لومړي څپرکي کې خبرې وکړې.

 5- د جګړې مخنيوى:  

 د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم د پوځي شخصيت په اړه مو په تېر څپرکي کې وويل چې: هغه مبارک به له داسې پر مخ تلليو پوځي کړنو کار اخسته چې نن پرې پوه پوځيان منښته کوي.

د پاک نبي د مديريت د عظمت يوه نښه دا وه، سره له دې چې وحې ورته راتله او د قرآن کریم ډېرو آيتونو؛ لکه:

((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ[3]= (الله) هغه دى، چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره راولېږه، چې هغه پر ټولو دينونو بريالى كړي او كه څه هم مشركان پرې خوښ نه وي.))

 د اسلام برى تضمين کړى و؛ خو رسول الله د چارو عقلاني اړخ او تدبير ته بې پامه نه و او د مسلمانانو روزنې ته يې اړينې تشکيلاتي او اداري لارې چارې برابرې کړې وې.

هو! د څښتن استازي، له دې ټولو شونتیاوو سره سره کوښښ کاوه په چارو کې خبره په خبره اوراه کړي او کار يې وينې تو يېدو او جګړې ته نه پرېښود.  

 رسول الله صل الله علیه و آله وسلم هم د همدې سياست د پلي کولو لپاره، د هجرت پر شپږم کال له مشرکانو سره تر لسو کالو پورې په “حديبيه” کې تړون وکړ او بيا د “خيبر” پر لور ولاړ او د دسيسو جرړه يې له بېخه را وايسته.

6_ پاچايانو ته د ليکونو استول:  

 رسول الله صل الله علیه و آله وسلم د سفيرانو او ډيپلوماسۍ په درناوي، د بېلابېلو هېوادو پاچايانو ته ليکونه واستول او اسلام ته يې راوبلل، چې په تاريخي کتابو کې ددې ليکونو شمېر 186 ياد شوى دى.

7_ له يارانو بيا بيعت اخستل:

 په کړکېچنو حالاتو کې له يارانو بيا بيعت اخستل يې، د مسلمانانو د روحي سټې د پياوړتيا او وفادارۍ سنجولو ته اداري تدبير ګڼل کېږي، چې بېلګه يې د “حديبيه” په سوله کې وه او کيسه يې داسې وه:

 د څښتن استازى بې وسلې، له 1400کسانو سره له مدينې، د مکې پر لور د کعبې زيارت ته راووت؛ د قريشو مشرکانو د حرکت مخه يې ونيوه. د څښتن استازي هم په سړه سينه خپل سفيران ورولېږل، چې په همدې تګ راتګ او ډيپلوماسۍ کې مشرکانو د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم يو استازى بندي کړ او و يې واژه او هغه مهال سره له دې چې د څښتن استازي جګړې ته چمتووالى نه درلود؛ خو په هوښيار مديريت يې ټول ياران راټول کړل او له هر يوه يې بيعت واخست، چې که جګړه ونښلي، دښمن ته شا نه کړي او دا بيعت په اسلام کې پر “بيعت رضوان” مشهور دى.

8_ د مکې فتح:  

 ستر سوله پال مشر او د رحمت پېغمبر، د مکې د فتح پر مهال پر ښار ورننووت او اعلان يې وکړ:

 ((ځئ ولاړ شئ ! ازاد ياست !!! ))

 رسول الله صل الله علیه و آله وسلم تر هغو قريشو غچ وانخست، چې مسلمانان او هغه يې له کوره ايستلي، وهلي، ټکولي او ځينې يې شهيدان کړي وو. ان ستر مشرک او د مشرکانو مشر؛ “ابوسفيان” يې هم وباښه او اعلان يې کړه چې: ((چاچې د “ابوسفيان” په کور کې پناه واخسته؛ نو خوندي او په امن کې دى )).

د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم د مديريت بنسټونه

1_ الهي وحې:

 اسلام د انسانانو ترمنځ په وګړنيواو نړيوالو چاروکې پوره مساوات راوړاندې کړى.[4]

((يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِن ذَكَرٍ وَأُنثَى‏ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ[5]= خلكو! موږ په واقع كې تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر مو وګرځولئ چې سره وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د الله تعالی پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا الله تعالی پوه (او) خبر دى.))

 او رسول الله صل الله علیه و آله وسلم به هم په بېلابېلو مناسبتونو کې پردې خبره ټينګار کاوه، چې وايي:

((خلکو! الله تعالی مو يو او پلار مو هم يو دى، ټول د ادم اولاد ياست او عرب پر عجم فضيلت نه لري؛ خو په تقوا.))

 نوځکه په اسلامي ټولنه کې تقوا د غورتيا کچه ده.

 د اسلام له نظره، کار او عمل واجب دى او کار د انسان د دنيا او آخرت د نېکمرغۍ لامل دى، چې دا آيت دې حقيقت ته اشاره کوي:

((وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ وَسَتُرَدُّونَ إِلَى‏ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ[6]= او (ورته) ووايه: (((هر كار چې غواړئ) و يې كړئ ! الله تعالی او پېغمبر يې او مؤمنان ستاسې كړه ګوري! او ژر به د پټو او ښكاره وو پوه ته وړاندې کړاى شئ؛ نو څه چې مو كول، تر هغو به مو خبركړي!))

او داچې د ټولنې پياوړتيا په زيار او ډله ييز کار پورې اړه لري؛ نو قرآن کریم هم دې خبرې ته اشاره کړې او وايي:

 ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللّهِ وَلاَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلاَ الْهَدْىَ وَلاَ الْقَلاَئِدَ وَلاَ آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِن رَبِّهِمْ وَرِضْوَاناً وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوا وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُوا وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى‏ وَلاَ تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ[7]=مؤمنانو ! د دين د نښو او الهي پولو( او د حج د مراسمو) او د(هرې يوې ) حرامې مياشتې درناوى وكړئ او د قربانيو په نښه شويو او بې نښو څارويو ته لاس مه غځوئ او هغوى (هم) مه ځوروئ، چې د خپل پالونكي د فضل په لټون او د خوښۍ لپاره يې د ((بيت الله)) پر لور ځي؛ خو چې له احرامه راووتلئ، ښكاركولاى شئ او له يوې ډلې سره دښمني دې چې پر تاسې يې (د حديبيې پر كال) د مسجدالحرام لار تړلې وه، تاسې و نه هڅوي، چې تېری پرې وكړئ او(تل) په نېكيو او پرهېزګارۍ كې یو له بل سره مرسته وكړئ او (هېڅكله) په ګناه او تېريو كې ديو د بل لاسنيوى مه كوئ او د الله تعالی (د فرمان له مخالفته) ځان وساتۍ؛ (ځکه) چې الله تعالی سخت عذابى دى. )

 قرآن کریم وايي: پر ځمکه کوښښ کول، د حلال رزق لاس ته راوړل دي او په دې اړه وايي:

 ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلاَلاً طَيِّباً وَلاَ تَتَّبِعُوا خُطُواتِ الشَّيْطانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ[8]= خلكو! تر هغو (څيزونو) وخورئ، چې په ځمکه کې حلال او پاک دي! او د شيطان پر پلو مه ځئ، چې هغه مو ښكاره دښمن دى.))

انساني کار او یو له بل سره مرسته، بېلابېلې ښې پايلې لري، چې يوه يې د شتمنۍ لاس ته راوړل دي، چې موږ ورته د اقتصاد په برخه کې اشاره کړې ده.

دين د شتمنۍ سمې ساتنې ته د انفاق سپارښتنه کړې:

 ((وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذلِكَ قَوَاماً[9]= او هغوى چې كله ( د الله تعالی په لار کې ) لګښت كوي؛ نو نه بې ځايه لګښت كوي او نه کنجوسي؛ بلكې منځلاري وي.))

د حلال رزق تر ګټلو او انفاق روسته، په اسلامي ټولنه کې د تزکيې (نفسپاکۍ) او ټولنيزو دندو وار دى. په دې اړه قرآن کریم وايي:

((وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ[10]= او هغوى چې په مالونوكې يې يو ټاكلى حق وي))

((لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ[11]= د سوالګر او بې برخې لپاره (چې له بېوسۍ سره سره سوال نه كوي))

 ((خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ[12]=د هغوى له مالونو (د زكات په نامه) صدقه واخله، چې په هغه يې پاك او سوتره كړې او ( د زكات اخيستو پر وخت ) ورته دعا وكړه؛ ځكه چې ستا دعا ورته ډاډېنه ده او الله تعالی اورېدونكى (او) پوه دى.))

2_ شورا:

 سلامشوره اسلامي آر او مديريتي فن دى او لکه څنګه چې د منفي او مثبتو جريانو له يو ځاى کېدو برښنا پيدا کېږي؛ مشوره هم د افکارو د پياوړتيا او د بشري ټولنو د پرمختګ لامل ګرځي او اسلام د عقل، فطرت او انسانيت د دين په نامه، ددې آر د پلي کولو مخکښ دى. حال دا، بې دينه ټولنې تر ډېرو خونړيو جګړو روسته دې آر ته ورسېدلې، هغه هم په نيمګړې توګه.

 په ټولنه کې اسلامي شورا، د نصيحت، سرښندنې او احساس له مخې د پلي کېدو وړ ده، نه د نورو هېوادو په څېر، چې مشوره له مخې د مقابل لوري د بهرولو لپاره وي، چې د اسلامي شورا او نورو شوراوو بنسټيز توپیر په همدې خبره کې دى.

چې کله حضرت عمر رضی الله عنه د “ايران” د فتحې په موخه بهر راووت؛ نو حضرت علي کرم الله وجهه ورته وويل: ((ته د مسلمانانو واکمن يې؛ نو غوره به وي، چې په پلازمېنه کې پاتې شې او جګړې ته بولندوى وټاکې.)) حضرت عمر رضي الله عنه همدا مشوره ومنله.

د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم له نظره، په اسلامي شورا کې لاندې دوو ټکيو ته پام د شورا د پياوړتيا لامل ګرځي:  

الف_ تر ټولو مسلمانانو سره مشوره، نه له يوې ځانګرې او ټاکل شوې ډلې سره، چې له دې لارې د افکارو خاوندان خپل نظر ښکاره کړاى شي.

ب_ بايد د هرې شورا په سر کې تکړه، مدير او مدبر مشر وي، چې روستى پرېکړه وکړاى شي.

رسول الله صل الله علیه و آله وسلم د زړه له کومې پردې اسلامي دود عمل کاوه، چې قرآن کریم يې په اړه ويلي دي:

((وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلاَةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى‏ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ[13]= او د هغو كسانو (لپاره دي) چې د خپل پالونكي (بلنه) يې منلې او لمونځ يې کړى وي او خپلمنځي چارې په مشورې سره سرته رسوي او څه چې موږ ورته ور روزي كړې (د الله تعالی په لار كې يې) لګوي))

 او همداراز يو بل آيت، چې رسول الله صل الله علیه و آله وسلم ته خطاب دى، وايي:  

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ[14]= خلكو ته د الهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نو خلك درځنې خپرېدل؛ نو تر هغوى تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ورسره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (؛ نو پرېکنده اوسه) او پر الله تعالی توكل وكړه؛ ځكه بروسګر د الله تعالی خوښېږي.))

رسول الله صل الله علیه و آله وسلم له يارانو سره تر سلامشورې روسته، په خپله پرېکړه کوله او عملي کوله.   

 “امين الاسلام طبرسي” له رسول الله صل الله علیه و آله وسلم روايت کړى: ((چاچې د کار له اړوند کارپوه سره سلامشوره وکړه؛ نو پر سمه به ښیون شي))[15]

شورا او ولسواکي

پېړۍ پېړۍ مخکې له دې چې په نړۍ کې د ولسواکۍ فکر رامنځته شي، په اسلامي ټولنه کې د سلامشورې او شورا آر دود و او مسلمانانو به د الهي تقوا او ديني ارزښتونو له لامله ان په سرښندنه او د خپلو شخصي ګټو د لاسه ورکولو په بيه، د دې آر د پلي کولو په موخه، يو بل ته سلامشوره ورکوله.

 د نوې ولسواکۍ روح هم د ټولنې د وګړيو له راى او تجربې ګټه اخستل دي. ويلاى شو: د اسلامي شورا بنسټ تر ولسواکۍ پراخه دى.

 اسلامي عالمانو د اسلامي دولتو لپاره د((اهل حل وعقد)) د شورا خبره رامنځ ته کړې، چې د ديموکراټيکو غونډالو پارلمانو ته ورته ده او هماغه ونډه لري[16].

 او ويلي يې دي، چې غړي يې بايد عادل، حکيم، ټولنپوه او د نظر خاوندان وي، چې وکړاى شي د واکمنۍ او مشرۍ په کچه برابر وي او له خپل منځه هغه خپل مشر وټاکي، چې تر ټولو اسلام او مسلمانانو ته وړ وي[17].

د يادونې ده، چې دا نظر يوازې په کتابو کې ليکل شوى او بيخى پلي نه شو؛ لکه څرنګه چې مو پخوا هم ورته اشاره وکړه ځينې روڼه شته حکومتو سره د جوړجاړي له مخې هر حکومت، چې پر اوضاع لاسبر شي، په رسميت پېژني، بې له دې چې وويني څرنګه ځواک ته رسېدلى دى.

اداري بنسټونه

الف _ کار:

 رسول الله د بشري ټولنې مخکښ مدير و. د اسلامي دولت چارې يې په قرآني آرونو سمبالولې، چې د اداري او ټولنيزو هڅو پر مهال، د هر چا دنده ټاکل شوې وي.  

د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم مديريت دومره ښکلى او په زړه پورې و، چې هغه مهال يې د “روم” او “ايران” پاچايان تر پلي کولو بېوسې وو.

د الهي اداره چيانو خاتم؛ د مسلمانانو د ټولنيز مقام او په دنيا او خرت کې د رتبې د ټاکلو کچه کار وټاکه. قرآن کریم وايي:

((وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِمَّا عَمِلُوا وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ[18]= او هغوى هر يو(مؤمن وکافر) ته د خپلو كړنو له مخې درجې دي، چې يې د کړنو بدل پوره وركړاى شي او هېڅ تېرى به پرې ونشي.))

 قرآن کریم د مېرمنو کار هم ناليدى نه دى ګڼلى، وايي:

((فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُم مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى‏ بَعْضُكُم مِن بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُم سَيِّآتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَاباً مِنْ عِندِ اللّهِ وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ[19]= نو پالونکي يې غوښتنې ومنلې ( او و يې ويل ) زه له تاسې د هېچا عمل نه لاهو كوم، نارينه وي كه ښځه، ټول له يوه جنس ياست، هغوى چې زما په لار كې هجرت كړى او له خپلو كورونو شړل شوي او زما په لار كې ځورول شوي او جګړه يې كړې او وژل شوي دي؛ نو هرومرو يې ګناهونه بښم او هغو جنتي باغونو ته يې ننباسم، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، دا د الله تعالی له لوري ثواب دى او له الله تعالی سره تردې هم ښه ثوابونه شته.))

 هغه بېساري مدير نه يوازې مسلمانان يې کار ته را هڅول؛ بلکې کار يې د تکامل چورليځ ګاڼه؛ ځکه له کار سره مينه، په انسان کې د نوښت او کوښښ روح ژوندى ساتي او بې شوقه کار نه يوازې د پرمختګ لامل نه ګرځي؛ بلکې د پوپناه کېدو او روسته پاتېينې لامل دى.  

 رسول الله صل الله علیه و آله وسلم ددې حکيمانه سياست په پلي کولو، د عربو ورک نومى ملت، نړيوالو ته د انساني ارزښتونو خوروونکى او له ظلم او فساده ازادوونکى وښود.

د پورتنيو څرګندونو له مخې ويلاى شم: د يوه ښوونځي، تکړه او بريالى مدير هغه دى، چې د کار پر وړتيا سربېره، له کار سره مينه او پر ارزښت يې ايمان ولري.

پوهان وايي: ((هر څوک د يو کار استعداد لري؛ خو بختور هغه دى، چې دا استعداد رابرسېره کړي. ))

 پېغمبران د ټولنو ستر مديران وو؛ ځکه په پرلپسې کار او منظم مديريت يې بشري ټولنې “توحيد” او د الله تعالی دين ته رابللې؛ نوځکه په هغو سختو شرايطو او د شونتیاوو په کمښت او د مناسبو اداري سازمانو په نه شتون کې يې حداکثر برى ترلاسه کړ.

ب: پوهه، واک او وړتيا:

 رسول الله صل الله علیه و آله وسلم مسلمانان د پوهې زده کړې، د تخصص لاس ته راوړو او فکر کولو ته هڅول، چې له دې لارې يې ځواک او منزلت غښتلى کړي. په دې اړه قرآن کریم وايي:  

 ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ[20] = مؤمنانو! چې كله درته وويل شي: ((په مجلسونو كې ځاى ارت كړئ (او نويو راغليو ته ځاى وركړئ) ))؛ نو ځاى پراخ كړئ، چې الله تعالی ستاسې په چارو کې پراخي راوړي او چې كله وويل شي: ((پاڅئ))؛ نو پاڅئ، چې الله تعالی له تاسې د هغوكسانو درجې لوړې كړي، چې ايمان يې راوړى او پوهه وركړ شوې ده او څه چې كوئ، الله تعالی پرې ښه خبردى.))

کارپوهيزه پوهه د ژوند لار رڼا کوي او د نويو نظرياتو د راپيدا کېدو او د شننې لار يې اواروي.

 د وګړيو په ټاکنه کې د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم يوه کچه بدنې ځواک او روغتيا هم وه؛ ځکه وس او روغتيا د ديني واجباتو د پلي کولو او د ديني ارزښتو لاس ته راوړو ته لازم شرط دى.  

 اسلام مؤمنان بدني روغتيا او چمتووالي ته رابلي او رسول الله وايي:

 ((ځواکمن مومن تر کمزوري مومن ښه دى.))او په بل ځاى کې وايي: ((مؤمنه ! بدن دې پر تا حق لري))او د روژې نيوو ګټه يې روغتيا ښوولې ده؛ ((روژه ونيسئ، چې روغ رمټ شئ.))

په ديني ښوونو کې لامبو، اس ځغلونه او منډه ځانګړى ځاى لري او لمونځ، حج او د جهاد په څېر عبادتونه، پر معنوياتو سربېره، د انسان د بدني ځواک او روغتيا په پياوړتيا کې هم خورا ستره ونډه لري. پخوا مو هم ورته اشاره وکړه، چې د بقرې د سورت په 247 آيت کې راغلي:

((بني اسرائيلو د ((طالوت)) پر واکمنۍ د شتمنۍ د کموالي له کبله نيوکې کولې؛ خو حکيم الله تعالی بني اسرائيل د طالوت په بدني ځواک پر غوږ ووهل او ددې دندې وړ يې وګاڼه. ))

ج: مساوات:

 اسلام ټول مسلمانان په ټولنيزو حقوقو کې مساوي ګڼي او چا ته د توکم، ژبې او د پوټکي د رنګ په سترګه نه ويني او لکه څنګه چې مخکې مو هم وويل: رسول الله صل الله علیه و آله وسلم چې مدينې ته ورسېد؛ نو سره له دې چې انصار او مهاجر له بېلابېلو ټبرونو وو؛ خو هغوى يې یو له بل سره روڼه کړل.  

په غير الهي افکارو کې، نه يوازې د بشر له مساوات او برابرۍ انکار کېږي؛ بلکې په ځينو پخوانيو ټولنو کې په ډېر وياړ د انسانانو د توپیر خبره کېده، چې دا ناسم ګومان په “يونان” او “روم” کې ډېر و او خلک پر ازاد، مريي، روحانيونو، سرتېرو او کارګرانو وېشل شوي وو او په پخواني “هند” کې يوې ډلې ته نجس (اچوت) ويل کېدل او بېخي ټولنيز حقوق يې نه درلودل.

په اسلام کې مساوات هغه شعار نه دى، چې له هر تفسير سره اړخ ولګوي. د ساري په توګه: توکم پالنې ته له هېواد سره مينه نه وايي، د قومي ښېګړو لپاره هر تېرى روا نه ګڼي او يا داچې له ننني قوانينو او غونډالو سره جوړجاړى وکړي؛ بلکې ثابت آرونه لري او ټول انسانان په حقوقو کې مساوي ګڼي او په انسانانو کې توپیر، په لاس ته راوړيو ځانګړنو؛ لکه په نيکۍ او فساد کې ويني.

قرآن کریم وايي:

 ((أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ[21]=ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښې كړنې يې كړې وي، د هغه چا غوندې كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهېزګاران د بدكارانو غوندې كړو؟!))

 او پردې سربېره، قرآن کریم د ټولو انسانانو ريښه يوه بولي او وايي:

 ((يَاأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِن نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبَاً[22]= خلكو ! د خپل پالونكي ( له مخالفته) ووېرېږئ، هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز) له هماغه يې د هغه جوړه هم پيدا کړه او له دې دواړو يې( د ځمكې پر مخ) ډېر نارينه او ښځې خواره كړل او له هغه خدايه ووېرېږئ، چې (تاسې ټول يې پر لوېښت قايل ياست) په نامه يې یو له بله څيزونه غواړئ. (او همداراز) له خپلوانو سره د اړيكو له پرېکونې ډډه وكړئ؛ ځكه الله تعالی څارونكى دى.))

 او د الله تعالی استازى وايي:

 ((تاسې ټول د آدم اولاد ياست او آدم له خاورې و.))

په مساوات کې پاموړ څلور ټکي

 1_د مساوات پر آر عمل:

 قرآن کریم په ډاګه دا خبره کړې، چې د الله تعالی استازى هم د نورو انسانانو په څېر انسان دى:

 ((قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى‏ إِلَي‏غَّ أَنَّمَا إِلهُكُمْ إِلهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُوا لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلاً صَالِحاً وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَداً[23]=ووايه: ((زه خو يوازې ستاسې غوندې يو بشر يم (ځانګړنه مې داده، چې) ما ته وحې كېږي، چې ستاسې يوازېنۍ معبود ايکې يو معبود دى؛ نو څوك چې له خپل پالونكي سره د مخامختيا هيلمن وي؛ نو بايد ښې چارې وكړي او هېڅوك د خپل پالونكي په عبادت كې شريك نه کړي.))

تاريخپوهان ليکي: يو عرب راغى، چې لا يې رسول الله صل الله علیه و آله وسلم نه و ليدلى، چې د پاک نبي هېبت پرې کېناست او په رپار شو. رسول الله صل الله علیه و آله وسلم په مهربانۍ ور وکتل او ورته يې وويل: ((روره ! پر ځان سخته مه راوله! زه خو څه باچا نه يم، زه د قريشو د يوې مېرمنې زوى يم، چې وچه غوښه يې خوړه. ))  

2_طبقاتي ليد له منځه وړل:

 قرآن کریم د حضرت نوح علیه السلام د کيسې په ترڅ کې وايي:

((قَالُوا أَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْأَرْذَلُونَ. قَالَ وَمَا عِلْمِي بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ شعراء. إِنْ حِسَابُهُمْ إِلَّا عَلَى‏ رَبِّي لَوْ تَشْعُرُونَ. وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِينَ[24]= وويل: ((ايا پر تا ايمان راوړواو حال دا خوار او پرېوتو خلکو دې لار منلې ده؟! (نوح) وويل: ((له كړنو يې خبر نه يمكه پوهېږئ، د حالاتو ګروېګنه يوازې زما د پالونكي کار دى او زه د مؤمنانو شړونکى نه يم.))

 رسول الله صل الله علیه و آله وسلم هم د قرآن کریم پر حکم، د جاهليت طبقاتي ليد او روحيه دړې وړې کړه او هغه مهال، چې د قريشو مشرانو د الله تعالی له استازي وغوښتل، د حضرت صهيب رضی الله عنه، حضرت عمار رضی الله عنه  او حضرت بلال رضی الله عنه په څېر مسلمانان، د بېوزلۍ له لامله له غونډې وباسي؛ نو آيت راغى:

 ((وَلاَ تَطْرُدِ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ مَا عَلَيْكَ مِنْ حِسَابِهِم مِن شَيْ‏ءٍ وَمَا مِن حِسَابِكَ عَلَيْهِمْ مِن شَيْ‏ءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُونَ مِنَ الظَّالِمِينَ[25]= او هغوى مه شړه، چې ګهېځ او ماښام خپل پالونكى بولي او خوښي يې غواړي، نه د هغوى حساب پر تا شته او نه ستا حساب پر هغوى شته؛ نو كه هغوى وشړې؛ نو له ظالمانو به شې.))

او په دې توګه رسول الله صل الله علیه و آله وسلم د هغوى ناروا غوښتنه ونه منله.

3_د ښځې او سړي مساوات:  

 ددې موضوع پر ارزښت به هله پوه شئ، چې خبر شئ، ددې ډول مساواتو فکر ان د اروپا د منځنيو پېړيو د عالمانو ذهن ته هم نه و راغلى او تل يې په دې اړه یو له بل سره شخړه وه، چې ايا ښځه انساني روح لري او که شيطاني؟ حال دا قرآن کریم د ښځې او سړي د ټولنيزو حقوقو د مساوات خبره هغو خلکو ته کوي، چې لوڼې يې ژوندۍ ښخولې او ښځه يې پرېوتى موجود ګاڼه.

 قرآن کریم دا مساوات په دې بڼه اعلان کړ:

((مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى‏ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ[26]=هر نارينه او يا ښمځنه، چې ښه كار وكړي (؛ نو) كه ايمان يي راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند، (حقيقي ) ژوندون وركړو او هرومرو به هغوى ته ترخپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.))  

4- د ولس او ولسمشر ترمنځ مساوات:

 رسول الله صل الله علیه و آله وسلم او يارانو يې په يو سفر کې هوډ وکړ، چې خواړه پاخه کړي، چې هر يوه ته دنده ور پر غاړه شوه او رسول الله صل الله علیه و آله وسلم هم د نورو په څېر يوه دنده پر غاړه واخسته چې يارانو يې وويل: ((موږ به خوشحاله شو، که کار دې موږ وکړو. ))

 رسول الله وويل صل الله علیه و آله وسلم: ((پوهېږم؛ خو نه غواړم ځان پر تاسې غوره وګڼم.[27]))

5_د واليانو ټاکل:  

 دا ټاکنې راښيي د پاک نبي د اسلام د بلنې پياوړتيا او راتلونکې ته پام څومره و. په قرآن کریم کې د حضرت شعيب علیه السلام د لور له خولې راغلي، چې خپل پلار ته يې وويل:

((قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ قوي الْأَمِينُ[28]=تر هغو دوو (نجونو) يوې وويل: ((پلاره! دى په مزدورۍ ونيسه؛ ځكه ډېرغوره سړى، چې ته په مزدورۍ نيسې(نو همداسې) يو څوك دې وي، چې غښتلى او امين وي.))

 د رسول الله صل الله علیه و آله وسلم ټولې هلې ځلې ددې لپاره وې، چې د اسلام او مسلمانانو د چوپړ لپاره غوره انسانان وټاکي.

[1] (احزاب/٢١)

[2] (مزمل/٢٠)

[3] (صف /۹)

[4] بسيوني دکتر عبد الغني عبدالله؛ اصول علم الادارة العامة: 48 مخ.

[5] (حجرات/ ١٣)

[6] (توبه/ ١٠٥ )

[7] ( مائده/ ٢)

[8] (بقره/۱۶۸ )

[9] (فرقان/ ٦٧)

[10] (معارج /٢٤)

[11] (معارج /٢٤)

[12] (توبه/ ١٠٣)

[13] (شورى / ٣٨)

[14] ( آل عمرآن / ١٥٩)

[15] طبرسي؛ مجمع البيان: 5 ټوک، د شورى دسورت د 38 آيت تفسير.

[16] ابوالاعلي مودودي؛ نظريه الاسلام و هدية في السياسة والقانون والدستور: 262 مخ.

[17] ( وګورئ: ماوردي، احکام السلطانيه)

[18] (احقاف / ١٩ آيت)

[19] (آل عمران / ١٩٥)

[20] (مجادله/ ١١آيت)

[21] (ص / ٢٨)

[22] (نساء/۱)

[23] (کهف/۱۱۰)

[24] ( شعراء/۱۱۱-١١٤)

[25] (انعام /٥٢)

[26] (نحل /٩٧)

[27] قسطاني؛ مواهب اللدينه: 294 مخ.

[28] (قصص / ٢۶)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!