تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا ﴿۱﴾ چې کله ځمكه په خپلې [سختې] لړزې سره ولړزول شي . (۱)   وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا ﴿۲﴾ او ځمكه خپل درانه څيزونه دباندې راوباسي . (۲)   وَقَالَ الْإِنسَانُ مَا لَهَا ﴿۳﴾ او انسان ووايي:(( چې پر […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا ﴿۱﴾ چې کله ځمكه په خپلې [سختې] لړزې سره ولړزول شي . (۱)

 

وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا ﴿۲﴾ او ځمكه خپل درانه څيزونه دباندې راوباسي . (۲)

 

وَقَالَ الْإِنسَانُ مَا لَهَا ﴿۳﴾ او انسان ووايي:(( چې پر دې (ځمكې) څه شوي (چې داسې لړزېږي)؟! )) (۳)

 

يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا ﴿۴﴾ پر هغه ورځ دا (ځمكه) خپل (حالات او) خبرونه وايي؛ (۴)

 

بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا ﴿۵﴾ ځكه چې پالونكي دې وحې (= الهام) ورته كړې ده. (۵)

 

يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِّيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ ﴿۶﴾ پر هغه ورځ خلك ډلې ډلې (له قبرونو) راوځي،چې د خپلو كړونو (پايلې) وروښوولې شي . (۶)

 

فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ ﴿۷﴾ نو څوک چې د يوې ذرې هومره ښه (كار) وكړي،وبه يې ګوري . (۷)

 

وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ ﴿۸﴾ او څوک چې د يوې ذرې هومره بد (كار) وكړي، وبه يې ګوري . (۸)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!