تبلیغات

حضرت محمد (ص) د پېغمبرانو خاتم دى د اسلام پېغمبر (ص) د پېغمبرانو خاتم او د خداى وروستى استازى دى. په دې اړه قرآن شريف وايي : ((مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ( احزاب/۴۰) = محمد(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛خو د خداى استازى او د […]

حضرت محمد (ص) د پېغمبرانو خاتم دى

د اسلام پېغمبر (ص) د پېغمبرانو خاتم او د خداى وروستى استازى دى. په دې اړه قرآن شريف وايي : ((مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ( احزاب/۴۰) = محمد(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونکى دى)) (٤٧).

پوښتنه : ولې د نبوت پړاو پر حضرت محمد (ص) پاى ته ورسېد؟

ځواب :نوي پېغمبر ته اړتيا هله پيدا کېږي،چې په پخواني کتاب او دين کې اړونه راشي؛نو د قرآن شريف ان يو ټکى،چې هم نه دى بدل شوى او داسې څه به نه وي،چې قرآن شريف ورته ځواب نه وي ورکړى؛نو نوي پېغمبر ته څه اړتيا ده ؟

که پخواني اسماني کتابونو ته لنډه کتنه وشي؛نو دومره اړونې پکې شوي،چې انسان يې په ويلو شرمېږي.

بلخوا يو نالوستى،چې لرې ځاى ته سفر وکړي؛نو دلته بې له دې بله چاره نه لرو،چې کوڅه په کوڅه پته ورته ورکړو؛خو که همدې ځاى ته يو لوستى ځي؛نو بسيا ده،چې د يو ټوليز ادرس او د ښار د ونډهې په ورکولو خپله لار پيدا کړي.

د پخوانيو ټولنو خو دومره وده نه وه کړې؛نو کوڅه په کوڅه پته ورته پکار وه؛خو ټولنو چې وده وکړه؛نو که ټوليزه ونډهه هم ورکړ شي؛نو خپله لار پيدا کوي او نېغ لارښود (پېغمبر) ته اړتيا نه پيدا کوي. البته د قانون د ساتنې او پلي کولو لپاره د امامانو او فقهاو شتون پکار دى.

بل مطلب داچې پخوانيو پېغمبرانو(بې له څو تنو)معمولاً کتاب نه درلود او ډېرى يې د نورو سترو پېغمبرانو لارښوونې تبليغولې او داسې نه ول، چې ټول تېر شوي پېغمبران د کتاب خاوندان ول؛نو پر دې بنسټ د امامانو او د متقي اسلام پوهانو په شتون کې بل پېغمبر ته اړتيا نه پيدا کېږي؛ځکه د دين تبليغ د دين عادل عالمان هم کړاى شي؛ځکه نه ښايي،چې د اجتهاد له مسئلې سترګې پټې کړو؛ځکه عادل فقهاء د اسلام د ټوليزو قوانينو په رڼا کې کړاى شي له قرآن شريف او سنتو اسلامي حکم راوباسي.

 

د پېغمبر (ص) نړيوال رسالت

د اسلام د پېغمبر (ص) رسالت نړيوال دى؛يعنې په يو ځانګړي وخت پورې ځانګړى نه دى؛بلکې ټولو وختونو او نسلونو ته دى،چې قرآن شريف په پرله پسې توګه دې خبرې ته اشاره کړې ده .

((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا(سبا/۲۸) = او موږ ته ټولو خلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرى وركونکى او (له عذابه يې) وېرونکى لېږلى)) (٤٨).

((قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا(اعراف/۱۵۸) = (ورته) ووايه : ((خلكو ! زه تاسې ټولو ته د هغه خداى استازى يم)) (٤٩)

په خپله پېغمبر (ص) هم دې خبرې ته اشاره کړې ده : (( زه د ټولو پېغمبر يم هم د هغوى چې زما په ژوند کې ول او هم هغوى چې تر ما وروسته دي. (٥٠)

پردې سربېره هغه ليکونه،چې رسول اکرم په هغه وخت کې د نورو هېوادونو واکمنانو ته لېږل،د پېغمبر (ص) د رسالت پر نړيوالۍ دليل دى.

يوه ورځ پېغمبر اکرم خپل اصحاب راوغوښتل او ورته يې وويل:(( پاڅئ او د رسالت استازي شئ او دا غږ نړېوالو ته ورسوئ …)

او بيا يې د خپل رسالت د رسولو لپاره شپږ تنه يو ايران،روم ، مصر،حبشې،يمامه،بحرين او اردن ته ولېږل . (٥١)

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست