بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت محمد (ص) له زېږېدو تر هجرته د اسلام تر راتلو دمخه، د “عربستان” خلكو په فساد، تباهۍاو خرافاتو كې ژوند كاوه . تېرى، خيانت، وېرول، چور او چپاول يې مړانه بلله . بې ګناه نجونې يې وژلې او يا يې ژوندۍ ښخولې . ډېرو د ناپوهۍ له امله د بوتانو، […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
حضرت محمد (ص)
له زېږېدو تر هجرته
د اسلام تر راتلو دمخه، د “عربستان” خلكو په فساد، تباهۍاو خرافاتو كې ژوند كاوه . تېرى، خيانت، وېرول، چور او چپاول يې مړانه بلله . بې ګناه نجونې يې وژلې او يا يې ژوندۍ ښخولې . ډېرو د ناپوهۍ له امله د بوتانو، اور، غوا، او ستورو عبادت كاوه او د خداى(ج) كعبه د عربانو د بوتانو خونه شوې وه . په هغو ورځو كې “عبدالمطلب” د “بني هاشمو” د كورنۍ مشر و،چې د ښار د واكمنۍ چارې يې هم سمبالولې . خپل وروستي زوى؛ “عبدالله” ته يې د “وهب” پر لور ” آمنې” مركه وكړه ،چې تر نورو ورته ډېر ګران و، تر واده وروسته “آمنه” بي بي دوه ځانې شوه او “عبدالله” د “مدينې” په لار كې ومړ .
د “عام الفيل” پر كال د “ربيع الاول” پر اولسم د” آمنې” بي بي زوى وزېږېد ،چې د “حضرت محمد (ص)” د زېږېدنې پر ورځ د “كسرى” د ماڼۍ څو ستنې را ونړېدې او د “فارس” اورتون ،چې د كلونو كلونو لپاره پکې اور لګېدلى و، په خپله مړ شو. د “ساوه” د ښار سيند وچ شو او د”مكې” د ښار بوتان راونړېدل .
“عبدالمطلب”،چې د خپلې اينګور او لمسي پالندوى و، “حضرت محمد (ص)” يې “حليمې” ته وسپاره ،چې له ښاره لرې يې په پاكه هوا كې وروزي .
“حليمې” بي بي له معمول سره سم دوه كاله وروسته ماشوم ښار ته راوست . “حضرت محمد (ص)”،چې د “حليمي” ژوند ته ورننووت؛ نو ډېر برکتونه يې هم له ځان سره راوړل او داچې “حضرت محمد (ص)” بيا هم له ځان سره يوسي؛ نو د هغه كورنۍ ته يې وويل :” دلته وبا راګډه شوې؛ نو همدا ول ،چې “حضرت محمد (ص)” يې بيا تر پينځه كلنۍ پورې له ځان سره يووړ.”
تر دې مودې وروسته يې “حضرت محمد (ص)” “مكې” ته راوست او خپلې مور ته يې وسپاره . حضرت ” آمنې” بي بي هوډ وکړ ،چې د “عبدالمطلب” تر راستنېدو پورې، چې د “يمن” د واكمن د تاج ايښوونې لپاره تللى و، حضرت محمد (ص) له ځان سره د خپلوانو د ليدو لپاره “مدينې” ته يوسي ،چې له مدينې نه په راستنېدو كې پر لار په “ابوا” نومې ځاى كې آمنه بي بي مړه شوه او “حضرت محمد (ص)” د خپل پلار له وينځې؛ “ام ايمن” سره مكې ته راستون شو او له خپل نيکه “عبدالمطلب” كره ورغى .
دوه كاله وروسته د حضرت محمد (ص)” مهربان نيکه هم ومړ او روزنه يې تره “ابوطالب” پر غاړه واخسته .
په دولس كلنۍ كې له خپل تره سره په يوه سوداګريز كاروان كې د “دمشق” پر سفر ووت . په لار كې د “بصرې” د ښار يو مسيحي راهب ، چې نوم يې “بحيرا” و، د حضرت محمد (ص) په ليدو وويل : “دا ماشوم له چا سره راغلى دى؟”
ډلې “ابوطالب” ته وكتل،ويې ويل :” د”ابوطالب” ماشوم دى .”
“ابوطالب” ځواب وركړ: “ماشوم زما وراره دى .”
“بحيرا” وويل :” دا ماشوم ډېره روښانه راتلونكې لري، دا ماشوم هماغه وروستۍ پېغمبر دى،چې په اسماني كتابو كې يې نوم راغلى دى، دا هماغه پېغمبر دى ،چې ما يې نوم په ديني كتابونو كې ليدلى او پوهېږم،چې په كوم ځاى كې به پېغمبرېږي؛ نو ښه دې غوږونه خلاص كړه او پرې پام كوه .”
“حضرت محمد (ص)” په ځوانۍ كې پر “امين” مشهور شو او تل به د بېوزليو، نشتمنو او کمزوريو ملګرى و؛ نو ځكه يې د مكې له ځوانانو سره د بېوزليو د مرستې لپاره د پتمنو په نوم يو تړون وكړ.
د “حضرت محمد (ص)” د امانتوالۍ او صداقت اوازه په ټول ښار كې خپره شوه او دا اوازه ددې لامل شوه،چې د “قريشو” يوه شتمنه ښځه،چې نوم يې “خديجه” بي بي وه او مېړه يې مړ شوى و، له “حضرت محمد (ص)” څخه وغواړي ،چې سوداګري ورته وكړي .
“حضرت محمد (ص)” د “خديجې”بي بي وړانديز ومانه او له مريي “ميسره” سره يې د سوداګرۍ لپاره “دمشق” ته ولاړل .
هلته يو راهب ،چې نوم يې “نسطورا” و، “مسيره يې” د “حضرت محمد (ص)” له پېغمبرۍ خبر كړ.
“مسيره” دا ځل له ډېرې ګټې سره راستون شو او څه يې چې د “حضرت محمد (ص)” په هکله ليدلي او اورېدلي ول، “خديجي” بي بي ته وويل.
“خديجې” بي بي ،چې كومې خبرې د حضرت محمد (ص) د پېغمبرۍ په هکله له “ميسره” او له خپل تره او هم له يهودي عالمه اورېدلې وې؛ نو دا ټولې لامل شوې ، چې “خديجه” بي بي پر “حضرت محمد (ص)” مينه شي او څه موده وروسته يې “حضرت محمد (ص)” ته د واده وړانديز وركړ.
“حضرت محمد (ص)” د “خديجې”بي بي د وړانديز په هکله له خپل تره سره سلا مشوره وكړه ،چې هغوى پر دې خبره ډېر خوشحاله شو او پر “خديجې” بي بي يې مركه وكړه او دوى واده وكړ ،چې اولادونه يې دوه زامن؛ (“قاسم” او”عبدالله” ول ،چې دواړه تر بعثته مخکې مړه شول) او څلور لوڼې؛ (“زينب”، “ام كلثوم”، “رقيه” او “فاطمه”) وې .
يوه ورځ قريشو د كعبې د بيا رغاونې هوډ وکړ؛ نو چې کله د كعبې د جوړولو كار پاى ته ورسېد او په كعبه كې د “حجرالاسود” د تيږې د ايښودو وخت راورسېد؛ نو د ټبرونو په منځ كې سخته شخړه پيدا شوه؛ځكه هر ټبر غوښتل،چې وياړ يې په برخه شي.
دلته “ابواميه” ،چې په دوى كې تر ټولو مشر و، وړانديز وكړ :لومړى تن ،چې جومات ته راننووت؛هغه به قاضي كړو او څه پرېکړه يې، چې وكړه؛ نو هماغه به منو.
همدا وو ،چې “حضرت محمد (ص)” جومات ته راننووت او ټولو ترې وغوښتل ،چې په دې هکله خپل نظر څرګند كړي .
“حضرت محمد (ص)”ورته وويل :” يو څادر راوړئ او د”حجرالاسود” تيږه پکې كېږدئ او هر ټبر دې راشي او د څادر يوه څنډه دې ونيسي او تيږه دې دېوال ته وخېژوي . تيږه يې چې دېوال ته وخيژوله؛ نو “حضرت محمد (ص)” ورغى او تيږه يې په خپل ځاى کې ولګوله.
“حضرت محمد (ص)” به هر كال كې يوه مياشت د “حراء” غار ته د څښتن عبادت ته تله . هغه مهال ،چې د خداى(ج) پر عبادت بوخت و، د وحې پرښته راغله، ويې ويل : ووايه!
“حضرت محمد (ص)” وويل : لوستل مې نه دي زده.
پرښتې بيا ورته وويل : ووايه!
“حضرت محمد (ص)” ورته وويل : څه ووايم؟
ناڅاپه يې د خپلو سترګو مخې ته يوه پرښته وليده ،چې ويل يې: ولوله! د خپل پالونکي په نامه ،چې “انسان” يې پيدا كړ او هغه ته يې لوستل ور زده كړل .
د “حضرت محمد (ص)” پر ټول وجود وېره ولګېده او د خپل كور پر لور روان شو.
كور ته چې ورننووت؛ نو “خديجي” بي بي يې په څېره كې د وېرې اثار وليدل او و يې پوښت : څه درباندې شوي دي؟
“حضرت محمد (ص)” څه چې ورپېښ شوي ول، وويل او بيا يې ورته وويل : پټ مې كړه! “خديجې” بي بي پټ كړ او “حضرت محمد (ص)” لږ ويده شو.
حضرت محمد (ص) د رجب پر 27مه په 40 كلنۍ كې پېغمبر وټاكل شو.
لومړيو كسانو،چې پرې ايمان راوړو؛ په ښځو کې حضرت “خديجه” بي بي، په ماشومانو کې حضرت “علي” (ك) او په سړيو کې حضرت ابوبکر (رض) و.
پېغمبر(ص) تر درې كالو پورې خلك په پټه اسلام ته رابلل؛ خو درې كاله وروسته څښتن ورته وويل : محمده! تر دې وروسته دې بلنه ښكاره كړه او دا كار له خپلې كورنۍ پيل كړه.
پېغمبر اکرم خپلوان مېلمانه كړل او له هغوى يې وغوښتل ،چې پر څښتن ايمان راوړي .
“ابولهب” ،چې له هماغه پيله د انسان دښمن و، “حضرت محمد (ص)” يې پرېنښود،چې خپلو خبرو ته دوام وركړي .
څو ورځې وروسته بيا “حضرت محمد (ص)” خپلوانو ته ډوډۍ وكړه او تر ډوډۍ خوړو وروسته يې ترې وغوښتل، چې د بوتانو عبادت پرېږدئ او د څښتن عبادت ته ونښلئ، و يې ويل : لومړى تن ،چې پر ما ايمان راوړي؛ نو خپل ورور او وزير به يې كړم .
ټول غلي شول او په فكر كې ډوب شول ،چې په دې وخت كې تر اوږدې چوپتيا وروسته حضرت “علي” ،چې پينځلس كلن ځوان و، راپاڅېد، و يې ويل : رسول اکرمه! پر څښتن ايمان لرم او ګواهي وركوم ،چې ته يې پېغمبر يې .
پېغمبر اکرم درې ځل خپله خبره وويله او هر ځل به حضرت “علي” پاڅېد او خپل ملاتړ يې اعلاناوه .
په درېم ځل پېغمبر اکرم د “علي” لاس جيګ كړ،ويې ويل : دا ځوان زما ورور او ځايناستى دى . خبرې ته به يې غوږ ږدئ او خبرې به يې منئ.
تر دې وروسته پېغمبر اکرم د “اسلام” تبيلغ پيل كړ او ورو ورو د مسلمانانو شمېر ډېرېده ،چې د مكې د ښار شتمن، مرييوال او مشران د مسلمانانو د ډېرېدو د مخنيوي لپاره؛ لومړى د پېغمبر اکرم تره “ابوطالب” ته ورغلل،ورته يې وويل : وراره ته دې ووايه : هر څه دې په كار وي؛ ور به يې کړو؛ پيسې، مقام، سره زر؛ خو تر دې وروسته دې زموږ په بوتانو پسې بد رد نه وايي ،چې زموږ خدايان دي .
“ابوطالب” ولاړ او د “قريشو” پيغام يې “حضرت محمد (ص)” ته ورساوه. “حضرت محمد (ص)” د “ابوطالب” د خبرو تر اورېدو وروسته په ځواب كې وويل : ګرانه تره! پر څښتن قسم كه “لمر” راته په ښي لاس او سپوږمۍ را ته په کيڼ لاس كې كېږدي،چې له اسلام او تبليغه يې لاس واخلم؛ نو هېڅكله به دا كار ونه کړم .
د “قريشو” مشران ،چې له دې وړانديزه نهيلي شول؛ نو د مسلمانانو او د پېغمبر د ځورولو لپاره يې مټې رابډ وهلې،چې بېلګې يې حضرت “ياسر” او حضرت”سميه” دي،چې كفارو شهيدان كړل او همداسې حضرت “بلال”، چې “اميه” په اوړي كې يې پر ګرمو شګو واچاوه او پر سينه يې ورته غټ ګټ ايښووه او له اسلامه يې اړاوه؛ خو حضرت “بلال” (رض) تل تر تيږې لاندې او د ګرمو شګو له پاسه د الله تعالى نوم يادوه او مرسته يې ترې غوښته .
يوه ورځ د پېغمبر اکرم تره له ښكاره راستون شو او چې د مكې ښار ته راننووت؛ نو وا يې ورېدل ،چې “ابوجهل” پېغمبر اکرم ځورولى دى؛بې ځنډه په “ابوجهل” پسې (،چې د قريشو په جرګه كې ناست و) ورغى او پر خپل غشي يې د “ابوجهل” سر مات كړ، را و يې نيو ورته يې وويل : ما له ننه د خپل وراره دين ومانه،كه نران ياست؛ نو راشئ له ما سره يې ګز كړئ .
لږ لږ د مشركانو كړاوونه او ځورول ډېرېدل او پېغمبر(ص) هم د مسلمانانو دې حالاتو خپه كړى و؛ نو ځكه يې وويل : يوه ډله مسلمانان دې د “جعفر بن ابيطالب” په مشرۍ “حبشې” ته هجرت وكړي ،چې هلته يو عادل مسيحي واكمن دى .
“حبشې” ته تر مهاجرت وروسته شتمنو؛ لكه “ابوجهل”، “ابولهب”، “ابوسفيان” او “اميه” دوه تنه له ډېرو ډاليو سره د حبشې واكمن “نجاشي” ته ولېږل ،چې ترې وغواړي مسلمانان مكې ته راستانه کړي.
نجاشي ،چې د قريشو د استازيو خبرې وا ورېدې؛ نو حكم يې وكړ، چې “حضرت جعفر” له مسلمانانو سره زما دربار ته راوړئ ،چې خبرې يې واورم ،چې څه وايي؟
“جعفر” دربار ته راغى، ويې ويل : موږ په كلونو كلونو د بوتانو عبادت كاوه، پر بېوزلو مو ظلم كاوه، بدکارونه مو كول ، تر دې چې څښتن وغوښتل موږ يې د پېغمبر په لارښوونه د بوتانو له عبادته لاس واخلو، لمونځ وكړو، روژه ونيسو او له بېوزليو او کمزوريو سره مرسته وكړو؛ خو د مكې قريش او شتمن د خداى له استازي او مسلمانانو سره مخالفت كوي .
“نجاشي” جعفر ته وويل : پېغمبر مو د حضرت عيسى په هکله څه وايي؟
“جعفر” ورته د “قران شريف” د “مريم” سورت ولوست .
د”جعفر” خبرو د “نجاشي” پر ذهن او زړه دومره اغېز وكړ ،چې د كفارو استازيو ته يې وويل : پر څښتن قسم! ددې خبرو سرچينه هماغه ځاى دى،چې د حضرت “عيسى” د خبرو سرچينه وه، خپلې ډالۍ واخلئ او “مكې” ته ستانه شئ، زه به هېڅكله دا مهاجر مسلمانان در و نه سپارم .
بيا “نجاشي” “جعفر” ته وويل : ځئ ولاړ شئ، ازاد ياست، تر هغه مو چې خوښه وي، په دې هېوادكې ژوند کولاى شئ.
قريش چې پوه شول،چې د “اسلام” د خپرېدو مخه نشي نيواى او هره ورځ يې خپلې ګټې په خطر كې ليدې؛ نو را ټول شول او يو تړون يې لاسليك كړ ،چې له “بني هاشمو” سره خپلې اړيكې پرېكړي او يا اړيكې به تر هغه پرې وي ،چې “بني هاشم” اجازه راكړي ،چې “محمد” ووژنو.
تر دې تړون وروسته “بني هاشم” له پېغمبر اکرم او “ابوطالب” سره د “مكې” په څنډه كې يوې درې ته ولاړل ،چې نوم يې “شعب ابيطالب” و او درې كاله يې هلته تېركړل ،چې هلته يې ژوند خورا سخت و؛ ځكه مسلمانانو حق نه درلود،چې له دې درې بهر شي او ” بني هاشمو” يوازې كولاى شول د “محرم”، “رجب”، “ذيقعده” او “ذيحجه” په مياشتو كې له درې راووځي او د خپل اړتياوو څيزونه له ځان سره واخلي. كله كله به “حکيم بن حزام” (د خديجې بي بي وراره) او “ابوالعاص” د شپې په پټه غنم او كجورې “بني هاشمو” ته وړې؛ خو سره له دې مسلمانانو هلته ډېرې سختې شپې ورځې په لوږه و تنده كې تېرې كړې .
درې كاله وروسته څښتن پر حضرت محمد (ص) زېرى وكړ ،چې د قريشو تړون مېږيانو خوړلى دى او د”الله” له نوم پرته يې هېڅ نه دي پاتې. “ابوطالب” دا خبر مشركانو ته وركړ.
هغوى وويل : دا څه چې وايې، كه رښتيا وو؛ نو كړاى شئ “مكې” ته راستانه شئ .
مشركان په تړون پسې ولاړل ،چې په كعبې كې راځوړند و او په حيرانتيا يې وليدل ،چې تړون ټول مېږيانو خوړلى او يوازې د “الله” نوم پرې پاتې دى . همدا وو،چې كفارو د مسلمانانو له کلابندۍ لاس واخست او “بنى هاشم” بېرته “مکې” ته راستانه شول .
د بني هاشمو تر راستنېدو يوه مياشت وروسته د پېغمبر اکرم تر ټولو ستر ملاتړ؛ ابوطالب ومړ او د ابوطالب تر مرګه درې ورځې وروسته د پېغمبر مېرمن؛حضرت خديجه هم مړه شوه او پېغمبر اکرم ځان ته شو. پېغمبر اکرم د حضرت خديجې تر مرګ وروسته د حضرت “ابوبكر” له لور حضرت”عايشې بي بي” سره نوماند شو او هماغسې يې خلك دين ته رابلل .
دوه كاله وروسته د حج په ورځو كې د “يثرب” ځينو خلكو په “عقبه” نومې ځاى كې راټول شول او پر څښتن او رسول يې ايمان راووړ او تړون يې لاسليك كړ،چې د اسلام او مسلمانانو ملاتړ به شي.
پېغمبر اکرم خپل يو يار حضرت “مصعب بن عمېر” ورسره “يثرب” ته ولېږه ،چې ديني احكام او د قرآن لوستل ور زده كړي ،چې دا تړون د “عقبى پر لومړي تړون” مشهور دى .
بل كال بيا هم د حج په موسم كې د”يثرب” نورو خلكو هم،چې شمېر يې اويا تنو ته رسېده، پر څښتن اواستازي يې ايمان راوړ او تړون يې لاسليك كړ ،چې د “عقبى پر دويم تړون” مشهور دى .
هغوى دا ځل مسلمانانو او پېغمبر اکرم ته بلنه وركړه ، چې “يثرب” ته هجرت وكړي .
رسول اکرم تر دې تړون وروسته مسلمانانو ته حكم وكړ ،چې ورو ورو او پټ په پټه يثرب ته هجرت وكړئ .