تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  د خوشال خټک دې حشر له هغوی شي               چې دوستدار د پنجتن پاک،چارده معصوم وي خوشال بابا او  نبوي کورنۍ څېړنه : اجرالدین اقبال سریزه   د ١٣٧٨ کال په دوبي کې مې “ارمغان خوشحال” مطالعه کړ،د لوستو په ترڅ کې مې پام  شو،چې خوشال بابا د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه 

د خوشال خټک دې حشر له هغوی شي               چې دوستدار د پنجتن پاک،چارده معصوم وي

خوشال بابا او  نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

سریزه

 

د ١٣٧٨ کال په دوبي کې مې “ارمغان خوشحال” مطالعه کړ،د لوستو په ترڅ کې مې پام  شو،چې خوشال بابا د “خودي” په باب مطرح کړي مسالې له ډېر و پوهانو وړومبى کښلي  دي .

  خوشحال د خپلې ټولنې روڼ اندی، فيلسوف او اسلامپبوه او د “فرهنگي ټولنپوهنې”له اړخه ورته جوته وه ،چې  پښتانه بايد ځان وپېژني؛نو ځکه يې “خودي” په عام  فهمه ژبه؛ژوره معنا مطرح کړه .

له تاريخي پلوه،چې د افکارو لېږد ته ځير شو؛نو دا را ته څرګندېږي،چې “علامه اقبال لاهوري” او د هغه په لاروي؛ ډاکتر علي  شريعتي، د “خودي” په مساله کې د “خوشحال بابا” په پله تللي دي،چې د هغه په درناوي کې وايي :

خوش سرودآن شاعر افغان شناس

آنکه بيند باز گويد بـــــــى هراس

ان حکيم ملـــــــــــــــــت افغانيان

راز قومــــــى ديد وبى باکانه گفت

حرف حق باخوشــــى رندانه گفت

“خوشحال بابا” د پښتو د اروایزو او ټولنيزو ځانګړنو پر يادولو سربېره يو لړ (( عقيدتي- تاريخى )) پېښې مطرح کړي،چې لوستونکي د تاريخ لوستوته اړباسي .

“خوشحال بابا”د “نصوصو” پر بنسټ پېښې څېړلي  او بيا يې دريځ نيولى،چې دا يو معياري دريځ دى .

خټک پرېږده په درست افغان کې

عجب که هسې فرهنگيالي راشي[1]

****

دا نادره عقيده لــــــــــــــکه زمـــــا ده

لا عجب که بل پيدا هسې افغان شي[2]

د کتاب له خلاصېدو سره سم مې،چې د ځينو دريځونو په باب ياددښتونه اخستي وو،په مطالعه مې لا س پورې کړ او بيا مې خپل فرهنګي زيار راټول کړ،چې دا دی درنو لوستونکيو ته يې وړاندې کوم .

 خوشحال بابا په خپلو اشعارو کې د  “نبوي کورنۍ”، “دولس ګونو امامانو” او اصحابو کرامو درناوى کړى او دلته  مې زيار ايستلى،چې دې اشعارو ته روايتي اسناد راټول کړم،تر لوستو وروسته جوتېږي،چې “خوشحال” څومره ستر عالم او د پښتنو فرهنګى امام او مشر دى؛خو په خواشینۍ سره،چې په هر اړخيزه توګه سم نه دى پېژندل شوى .

د پښتنو د پياوړيو او سترو پوهانوپه ليکنو او آثارو کې ډېر داسې څه کتل کېږي،چې څېړونکيو ته د ځينو مسايلو په باب د جرړې سر په ګوتو ورځي؛نو  څوک چې په خپله ټولنه کې اندیز- فکري او فرهنګي فعاليتونه کوي او نيت يې دا وي،چې په اولس کې بنسټيز اوښتون او سمون راشي؛نو نژدې لار يې داده ،چې د خپلې ټولنې باوري اندیز او کلتوري سرچينې راوسپړي او په اوسنيو ادبياتو او د شته ستونزو په پامنيوي يې بيان او راڅرګند کړي او دا د هر يو باخبره پازوال – مسوول او ژمن روڼ اندي دنده ده .

 “خوشحال بابا” ( ١٠٢٢- ١١٠٠ هه مړ) له فقهي پلوه “حنفي مذهب”دى؛خو تاريخي دريځ يې د دولس ګونو امامانو د مشرۍ په پلوي دى .

درست په دا پوهېږم چې څلور مذهبه حق دي

زه د حنــــــــــفي مذهب دعـــوى لرم محکمه[3]

***

د خوشحال  خــــــــــټک  دې حشــــــر له هغـو شي

چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصــــــوم وي[4]

***

ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس

چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي[5]

***

د امت يـــــې برګزين دي اثنــاعشر

په بزرګۍ د همه جهان مخــدوم دى[6]                                                            

او دا خورا مهمه مساله ده،چې فقهي لاروي او تاريخي دريځ يې کوشي کړى دى .ارواښاد علامه امير حمزه شينوارى (١٩٩٢مړ)  پر همدې پله تللى  او د ترکيې يو مشهور  ستر عالم؛”قاضي بهلول بهجت  افندي” ( ١٢٨٨- ١٣٥٠ هه مړ) چې د طريقت له  اړخه نقشبندي ،له فقهي پلوه شافعي؛خو تاريخي دريځ يې د “خوشحال بابا” په څېر و.

 دغسې  د علم  او فرهنګ د ټاټوبي ( افغانستان) دهجري درېيمې پېړۍ ستر محدث، ارواښاد شيخ “سليمان بن ابراهيم  قندوزي يا بلخي” (١٢٩٤ هه مړ) له فقهي پلوه د حضرت اما ابوحنيفه (رح) لاروى دى؛خو تاريخي درځ يې د “خوشحال بابا” پر ليکه دى .

 دا پوهان تاريخ د نصوصو په رڼا کې څېړي او تاريخ څنګه،چې  پېښ  شوى،هغسې يې نه مني؛بلکې  ګروهن دي،چې  تاريخي  بهير بايد د نبي اکرم (ص) د ارشاداتو په رڼا کې بهېدلى واى؛ دوى په القاءتو او حکومتي تبليغاتو پسې نه ځي ؛بلکې  د سمې څېړنې او پلټنې له مخې يې خپلې تاريخي ګروهنې غوره کړې دي .

تر پېغمبراکرم (ص) وروسته،موږ ته دين له دوو لارو رارسېدلى،يو لورى مدعي دى،چې د اهل البيتو عليهم السلام لارويان يو او ديني پوهه مو د “ثقلينو” د حديث پر بنسټ  ولاړه ده او بل اړخ وايي، چې له اصحابو کرامو رضى الله عنهم لاروي کوو او په حقيقت کې دوى دواړه ځانونه د پېغمبراکرم د سنتو لارويان بولي .”خوشحال بابا” ددې لپاره ، چې  “حق دين” په دوو څانګو وېشل شوى،بېرته يو شي؛نو خپلې هيلې داسې بيا نوي :

زه خو د زړۀ درد غـواړم په هر يو مذهــــب کې

تا زده ستا خبرې،چې نقلونه رنګارنګ کړې[7]

                                                                  

له دې  ځايه جوتېږي،چې “خوشحال بابا” په ( ١٠٢٢هه ١٦١٢ع- ١١٠٠هه ١٦٨٨ع ) په اولسمه ميلادي پېړۍ کې په پښتنو او سيمه کې د (( اسلامي مذاهبو د پيوستون)) مخکښ او بنسټګر و، حال داچې موږ  پر ١٩٤٧ميلادي کال په “قاهره” کې د ((جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه يا د اسلامي مذاهبو د پيوستن ټولنه)) ددې کار پيلامه بولو!

که د خوشحال بابا په لاروۍ خپلې اسلامي پوهېدنې په خورا ښه  ادبياتو،مناسب دود او طريقه او د پښتنو مزاج ته په پاملرنه راوړاندې کړو؛نو په سيمه او نړۍ کې به د (( اسلامي خلافت)) جنډه هسکه شي.

“خوشحال بابا” امام او مشر و او هر اړخيز ( فرهنګي،تاريخي،شاعر، فيلسوف،توره،قلم او…) وګړه-شخصيت يې درلود،تر اوسه يې ځينې اړخونه څېړل شوي او ځينې نور يې تر خاورو لاندې دي .

دا د سر په سترګو مه ګوره خوشحال ته

د باطن ســــــترګې پيدا کړه ته يې ګوره[8]

نوځکه پر پښتنو روڼ اندو لازمه ده، چې د خپلې ټولنې د فرهنګي ودې او خړوبتيا لپاره “خوشحال” بابا ته په باطني او علمي سترګو وويني او د اوسنۍ نړۍ علمي پرمختياوو ته په پاملرنه له دې سمندره تر خپلې وسې، پوهېدنې راوړاندې کړې .

 له دې فرهنګي زياره مې مراد مذهبي ړندو تعصبونو ته لمن وهل نه دي؛ځکه دا مو دنده نه ده،موږ روڼ اندي يو، چې ټولنې ته بايد ډيوه په لاس ورکړو. د حمزه باباپه وينا :

شيعه د سترګو تور اهل ست مې دى لاس

په کار د اختلاف يې ماله نه دى احســـاس

 مذهب يوه وسيله ده،چې سړى پرې حق وپېژني،موخه نه ده؛بلکې موخه دين دى؛نو ځکه له فقهې پلوه ډېرى پښتانه حنفي مذهبه دي او موږ هم په همدې ټولنې پورې تړاو لرو،چې  هرومرو په همدې فقهي بهير کې روان يو. موږ  بايد اوسني نسل ته “پښتنى ديني فرهنګ” (چې د اسلام  يو ميراث دى او له نصوصو راولاړ شوى) د وخت په ژبه وښيو، نور هغوى پوهېږي،چې څه وکړي او په چا پسې ولاړ شي.

د خوشحال خبره نغوږده پرې عمل کړه

تجربې يې دي لـــــــــــــــيدلې د روزګار[9]

 

اجرالدين ( اقبال)

 

خپلې خبرې

دا “برګ سبز تحفه درويش”،چې لولئ،موخه يې داده،چې :

١-  ((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا [10]= په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي) مؤمنانو! تاسې هم پرې  درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ .))

٢- ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى = ((زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم))

۳-(( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا = بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې((اهل البيت =نبوي كورنۍ))چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي . ))

٤- ((قَالُواْ أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ رَحْمَتُ اللّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ إِنَّهُ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ =( پرښتو) وويل :(( ايا د خداى پر كار تعجب كوې؟ دا د خداى رحمت او برکتونه ستاسې پر کورنۍ دي؛ځكه چې هغه ستايل شوى (او) د ستر شان څښتن دى ؛))

٥- حضرت ابوبکر (رض) ويلي : (( ارقبوا محمد  صلى الله عليه واله وسلم فى اهل بيته؛يعنې د محمد (ص) په پار يې د اهل بيتودرناوى وکړئ .[11]))

٦-د پېغمبر اکرم (ص) له کورنۍ سره مينه،د ايمان برخه ده،چې دا مينه يې پېژندنې ته سريزه ده؛نو موږ له “نبوي کورنۍ”  سره د مينې لپاره دا څو کوښې ډالۍ کړې دي .

 ٧-په مسلمانانو کې يو ځانګړى مذهب د “نبوي کورنۍ”  دفاع کوي او سړى داسې ګڼي،چې دا “سپېڅلې کورنۍ” يوازې په همدوى پورې تړاو لري او د نورو څه نه کېږي؛نو ځکه،موږ ددې انحصار د ماتولو لپاره د خپلې  وسې هومره ګام پورته کړى او له اسلامي کتابونو مو د “نبوي کورنۍ” فضايل راټول کړي دي .

٨-تر  څه بريده دا زموږ  پړه ده،چې موږ د “نبوي کورنۍ” دفاع او د هغوى د فضايلو څرګندونه يو ځانګړي مذهب ته پرېښې او د مصري عالم او تاريخپوه؛ “احمد بن علي مقريزي” ( ٧٦٦- ٨٤٥ هه مړ) په وينا، ډېر مسلمانان د “نبوي کورنۍ” په باب پړه دي؛نو موږ يې بايد په دې باب “حق” ادا کړو.

٩- د ” نبوي کورنۍ” سمه دفاع،د رښتينو مؤمنينو او اهل سنتو  بنسټيزه دنده ده؛ځکه پر موږ لازمه ده،چې د نبوي احاديثو په رڼا کې يې د فضايلو د څرګندولو له لارې د پېغمبر اکرم(ص) درناوى وکړو.

 ١٠- د اهل سنتو په ټولو مصادرو او اساسي کتابونو کې د “نبوي کورنۍ” فضايل کښل شوي؛خو په تبليغاتي او حکومتي غونډالونو کې،ددې سرچينو پر  بنسټ دريځ نه دى نيول شوى؛نو ځکه موږ د هڅوبیزو منډو ترړو- فرهنګي مبارزې او سوليز – منطقي دود له مخې مسوول يو،چې خپل تبليغات د “قرآن” او “نبوي سنتو” له مخې  وکړو.

 ١١- داچې يوه ليکنه د “نبوي کورنۍ” په فضايلو پورې تړاو لري؛نو داسې دې ونه  انګېرل شي، چې د يو ځانګړي مذهب لپاره لمن وهل دي؛ځکه په فقهي  چارو کې لاروي ،د هرې ټولنې پر واکمن ((فقهي مذهب)) پورې اړه لري  او روڼ اندی له خپلې ټولنې بيل، موجود نه دى،چې په ګوښه او اشرافيت کې ژوند وکړي!

١٢-موږ د پېغمبراکرم(ص) کورنۍ او اصحابو رضى الله عنهم ته د يو تشکيلاتي جوړښت په توګه ګروهن يو، هر يو ځانته مدارونه او مرتبې لري او د هغوى د مراتبو په پامنيوي يې درناوى راباندې لازم دى او د ارواښاد امير حمزه بابا په لاروۍ چې :

د کور خلک برابر د پرديو نه دي

زه اول يم پنجتني بيا چار ياري

بلخوا موږ ته ديني مرجع پر “قرآن مجيد” سربېره “اهل البيت  عليهم السلام” او “اصحاب کرام” دي؛ځکه موخه مو دين دى،له دواړو لارو چې رارسېدلى وي؛ لکه ارواښاد “خوشحال بابا” چې وايي :

زه خود زړۀ درد غواړم په هر يوه مذهـب کې

تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنګا رنګ کړي [12]

١٣- په صحيح بخاري کې د اهل بيتو درناوي ته يې له نامې سره د ((عليهم السلام)) څرګندنه – اصطلاح راغلې او موږ په دې فرهنګي زيار کې په ځينو ځايونو کې د بخاري شريف لاروي کړې ده .[13]

١٤-موږ  دلته د ((نبوي کورنۍ)) د لارويانو د ځينوعالمانو له کتابونو هم ګټنه  کړې؛ځکه شيخ الاسلام ابن حجر هيثمي شافعي رحمة الله عليه  په ((الصواعق المحرقه )) کې  د ((نوح بېړۍ )) او له ((باب حطه )) سره  د اهل بيتو ورته والى داسې تفسير کړى، چې ډاډه کړي يې يو،چې د هغوى د لارې عالمانو له ليکنو کار واخلو. بلخوا څوک چې د چا دفاع او لاروي کوي ؛نو ښه ده،چې پر نظر ياتو يې هم پوه شو.

 ١٥-هيله ده په دې نيمګړي فرهنګي زيار کې ،په سمو ګوتنيو نو مو خپلو تېروتنوته ځیر کړى .                                                                               

                 

 

 

خوشال بابا وايي :

د خوشحال خټک دې حشرله هغــــــــــــــــــوشي

چې دوستدار د((پنجتن پاک))چهارده معصوم وي  [14]

هڅه به مو وي،چې لومړی د ستر خوشال بابا په اشعارو کې پر راغليو ((پنجتن پاک)) د سمو روایاتو رڼا واچوو او ورپسې د څوارلس معصومو په اړه هم معتبر روایت راوړو .

پنجتن پاک؛ نبوي کورنۍ

آل محمد؛علي، حسن، حسين او فاطمه دي

( امام احمد بن حنبل؛ مسند: 6ټوک، 323 مخ ) پرخپل سند له شهر بن حوشب له ام سلم څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم، بي بي فاطمې ته وويل : (( مېړه او دوه زامن دې راوله )). بي بي فاطمې راوستل؛بيا رسول اکرم  پرې  فدکي څادر خپور کړ او خپل لاس يې پرې کېښود او و يې ويل : ((خدايه ! دوى آل محمد دي؛نو درود او برکت پر محمد او  آل يې راولېږه، چې ته حميد او مجيد يې )) حضرت ام سلمه بي بي وايي:  ما ترې د څادر يوه څنډه راکښوده، چې زه هم تر څادر لاندې شم؛نو رسول اکرم راڅخه کش کړ او و يې ويل :ته پر خير يې .

دا روايت طحاوي؛مشکل الاثار: لومړي ټوک،108 مخ ،متقي هندي ؛ کنزالعمال :7ټوک، 103 مخ او سيوطي په درالمنثور کې د  د احزاب د سورت تر تطهير آيت لاندې  رواړى  دى .

( مستدرک الصحيحين :3ټوک ،108 مخ ) پر خپل سند له عامر بن سعد څخه روايت راوړى،چې لنډيز يې دادى : يوه ورځ معاويه بن ابوسفيان  حضرت سعد بن ابي  وقاص ته وويل : ولې د ابو طالب زوى ته کنځل نه کړې ؟ سعد (رض)  : په اړه  يې،چې درې خبرې رايادې شي؛نو کنځلې ورته نه کوم؛هغه درې څيزونه،چې رسول اکرم (ص) يې په اړه  وويل،که يو يې هم زما په اړه  و؛نو پر ځمکه به را ته تر ټولو ګران بيه څيزونو ښه و . معاويه بن ابوسفيان وپوښتل : ابا اسحاقه ! هغه درې څيزونه څه دي ؟ سعد (رض): هغه مهال،چې له اسمانه وحى راغله؛نو رسول اکرم (ص)، علي ، حسن،حسين او فاطمه تر څادر لاندې  کړل او و يې ويل : ((خدايه ! دوى مې اهلبيت دي )).دويم داچې د تبوک د جګړې پر ورځ رسول اکرم (ص) علي خپل ځايناستى کړ او پخپله جګړې ته ولاړ؛نو علي ګيله وکړه : رسول الله ! زه دې په مدينه کې له ښځو او ماشومانو سره پرېښووم ؟ رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((خوښ نه يې داسې راته ووسى؛لکه هارون، چې موسى ته و؛خو پر دومره توپير،چې تر ما وروسته به بل پېغمبر نه راځي؟)) او درېم داچې د خيبر پر ورځ رسول اکرم (ص) وويل : د جګړې بېرغ به ډېر ژر هغه ته ورکړم، چې پر خداى او استازي يې ګران دى او خداى او استازى يې هم پرې ګران دى او خداى به دا جګړه مسلمانانو ته د هغه په لاس و ګټي؛نو دا مهال ټول اصحاب په تمه ول، چې هغوى به ښيي؛خو رسول اکرم (ص) وويل : علي چېرته دى ؟ ورته وويل شول: سترګې يې خوږېږي . د خداى استازي (ص) وويل :ورته ووايه،چې راشي . ولاړل او علي يې راوست،چې راغى؛ نو رسول اکرم (ص) ورته خپلې توکاڼې په سترګو کې وموږلې او د جګړې بېرغ يې ورکړ او خداى پرې خيبر سوبه کړ .

حاکم ددې حديث تر نقلولو وروسته وايي : دا حديث ټول هغه شرائط لري،چې مسلم او بخاري يې د يو حديث د سم والي لپاره غواړي او د درېم ټوک په 147 مخ کې یې ددې حدیث لنډون راوړى دى. متقي؛کنزالعمال :6ټوک ،405 مخ له عبد الله بن حعفر بن ابيطالب څخه د صفيه ( د ام سلمه په ځاى ) په اړه  راوړي او سند يې هم ورته سم ګڼلى دى  او سيوطي ؛درالمنثور هم دا روايت د تطهير تر آيت لاندې راوړى دى .

( امام احمد حنبل؛مسند : 6ټوک ،296 مخ ) پر خپل سند له ام سلمه  نقل کړي : يوه ورځ پېغمبراکرم زما په کور کې و، چې خادم وويل: علي او فاطمه د وره شاته دي . رسول اکرم (ص)  راته وويل : پاڅه او زما له اهلبيتو لرې شه ! زه پاڅېدم او لرې ودرېدم، چې علي او فاطمه راغلل، حال داچې حسن او حسين هم ورسره ول؛بيا رسول اکرم دواړه واخستل او په غېږ کې يې کېنول  او ښکل يې کړل او بيا يې يو لاس پر علي او بل يې پر فاطمې کېښود او دواړه يې ښکل کړل او بيا يې پرې يو تور څادر واچاوه او و يې ويل : ((خدايه ! زه او اهلبيت مې د تا پر لور يو؛نه د اور پر لور.)) ام سلمه وايي : ما ورته وويل : او زه . راته يې وويل : او ته .

دا مضمون او ورته نږدې يو مضمون محب طبري له ذخاير نه (7ټوک؛103 مخ )او اختصار يې په هماغه مخ کې له طبراني نقل  کړى او  او بيا يې يو ورته مضمون په 217 مخ کې له طبراني له واثله څخه روايت کړى او هيثمي؛مجمع :9ټوک ،167 مخ هم  دا روايت له واثله بن اسقع نه نقل کړى دى .

 

د تطهير آيت

 د رسول اکرم،علي،فاطمې،حسن او حسين په اړه  راغلى دى

( صحيح مسلم د فضايل الصحابه کتاب : د فضايل اهل البيت باب ) پر خپل سند له صفيه بنت شيبه نه روايت کړى،چې و يې ويل : يوه ورځ سهار د خداى استازي حال داچې يو تور خال څادر پر اوږه اچولې و، په کور کې ناست و، چې حسن او ورپسې حسين او ورپسې فاطمه او په پاى کې علي هم راغى او رسول اکرم (ص) تر څادر لاندې ځاى کړل او چې راټول شول،دا آيت يې ووايه : ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا= بېشكه خداى يوازې غواړي چې له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.)

دا روايت حاکم؛مستدرک الصحيحين :3ټوک ،147 مخ هم راوړى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند وګاڼه،چې مسلم او بخاري يې د يو صحيح حديث لپاره غواړي .

بيهقي؛ سنن :2ټوک ،149 مخ او ابن جرير د خپل تفسير د 22 ټوک په 5 مخ کې او سيوطي هم په درالمنثور کې  د تطهير تر آيت لاندې  راوړى ( او د هغه د وينا له مخې ) ابن ابي  شيبه او ابن ابي حاتم هم دا روايت نقل کړى او  زمخشري هم  دا روايت د مباهلې په آيت کې راوړى او فخر رازي يې په اړه  ويلي : پوه شه، چې دا هغه روايت دى، چې پر سموالي يې د تفسيرونو او حديثونو د کتابونو خاوندان  يوه خوله دي .

( صحيح ترمذي :2ټوک :209 او 308 مخونه ) پورتني روايت ته ورته روايت راوړى او ويلي يې دي : له ام سلمه ،معقل بن يسار ،ابي  الحمراء او انس نه نور روايتونه هم نقل شوي دي .

طحاوي؛مشکل الاثار: لومړى ټوک ،335 مخ او ابن اثير جرزي ؛ اسدالغابه : 2ټوک،12 مخ  او ابن جرير طبري؛ د خپل تفسير  د 22 ټوک په 6 او 7 مخ کې ويلي : ام سلمه د هغوى لپاره  حريره ( فېرني) پخه کړه ؛هغوى وخوړه بيا ويده شول او بيا پرې رسول اکرم (ص) څادر واچو .

( صحيح ترمذي :2ټوک:319 مخ )پر خپل سند له شهر بن حوشب څخه همدا مضمون نقل کړى او ويلي يې دي، چې دا حديث په دې اړه تر ټولو غوره حديث دى او په دې اړه  له عمرو بن ابي  سلمه ،انس بن مالک ،ابي الحمراء،معقل بن يسار او عايشې بي بي روايتونه نقل شوي دي .

ابن جرير طبري ددې روايت تر نقلولو وروسته ويلي دي، چې دا يا څادر و او يا چپنه وه .

احمد بن حنبل ؛مسند :6ټوک ،306 مخ ، ابن اثير جرزي ؛اسدالغابه ٤ټوک، 29 مخ ، محب طبري ؛ذخاير :21 مخ او ابن حجر عسقلاني ؛ تهذيب التهذيب ،2ټوک،297 مخ هم دا روايت په لږ اختلاف نقل کړى دى او حريره هغه خواړه ول، چې له شيدو او اوړو جوړېدل .

(صحيح ترمذي :2ټوک:29 مخ )پر خپل سند له انس بن مالک څخه نقل کړي،چې ويې ويل : د شپږ مياشتو لپاره دا کار رسول اکرم خپل دود کړى و،چې جومات تله ؛نو د فاطمې د کور د ور له مخې به تېرېده او ويل يې : ( لمونځ اى زما اهلبيتو ! ) (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا) او په دې  اړه  له  ابي  الحمراء،  معقل يسار او ام سلمه  روايتونه نقل شوي دي .

او همدا روايت ابن جرير طبري ؛ تفسير :22 ټوک،5 مخ او حاکم؛ مستدرک: 3ټوک ،158 مخ کې هم راوړى دى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلى،چې مسلم د يو روايت د سموالي لپاره ښوولي دي او احمد حنبل؛ مسند : 3ټوک ،252 مخ او ابن اثير جرزي ؛اسدالغابه ٥ټوک،521 مخ او متقي؛کنزالعمال :7ټوک ،103 مخ له ابن ابي  شيبه نه او سيوطي  په درالمنثورکې د تطهير تر آيت لاندې  راوړى او ويلي يې دي : ابن منذر ،ابن مردويه او طبراني يې نقلونکي دي.

سيوطي په درالمنثور کې د طه د سورت په ((وامر اهلک بالصلوة)) آيت کې له ابن مردويه،ابن عساکر ،ابن نجار ،ابي  سعيد خدري روايت کړى او ويلي يې دي : چې دا آيت راغى؛نو پېغمبر اکرم (ص) د اتو مياشتو لپاره د علي(ک) د کور مخ ته راته. ويل يې : ( لمونځ ! خداى دې درباندې ولورېږي؛انما يريد الله ) الخ.

( ابن جرير طبري؛تفسير : 22 ټوک ،7 مخ ) پر خپل سند له حکيم بن سعد څخه روايت کړى،چې  ويلي يې دي :  له ام سلمه سره د علي (ک) خبره رامنځ ته شوه، چې و يې ويل : د ( انما يريد الله ) الخ، آيت د علي په باب نازل شوى دى (او د حديث تر پايه).

(مستدرک :2ټوک ،416 مخ) پر خپل سند له ام سلمه روايت کړى،چې ويلي يې دي :د (( انما يرېد الله )) الخ ، آيت زما په کور کې نازل شو او بيا يې  د را نازلېدو کيسه کړې او د مستدرک خاوند وايي: دا حديث ټول هغه شرايط لري، چې بخاري يې د حديث د سموالي لپاره غواړي او همدا روايت يې د نهم ټوک په 147 مخ کې راوړى دى او بيهقي؛سنن :2ټوک ،150 مخ ، طحاوي ؛مشکل الاثار:لومړي ټوک،344 مخ ، خطيب بغدادي ؛ د بغداد تاريخ: 9ټوک ،126 مخ ، ابن جرير طبري ؛تفسير:22 ټوک ،7 مخ ،ابن اثير؛ اسدالغابه : 5ټوک ،521 او 589 مخونه او محب طبري ؛ذخاير :23 مخ کې نقل کړى دى ؛چې البته محب طبري يې تر نقلولو وروسته ويلي دي : ابوالخير قزويني هغه را وړى دى .

( مستدر ک الصحيحين :3 ټوک ،147 مخ ) پر خپل سند له عبدالله بن جعفر بن ابيطالب څخه دې مضمون ته نږدې يو بل روايت نقل کړى او تر نقلولو وروسته يې ويلي دي : سند يې سم دى .

سيوطي؛در المنثور :5ټوک، 198 او 199 مخونه ) تر ويينې لاندې د آيت تر تفسير لاندې  ليکي : ابن مردويه له ام سلمه (رض)  روايت کړى،چې ويې ويل :دا آيت په داسې حال  زما په کور کې نازل شو،چې اووه کسان مې په کور کې ول : 1_ جبراييل 2_ميکائيل 3_علي 4_ فاطمه 5_حسن 6_ حسين 7_ او په خپله زه،چې ولاړه ومه او و مې ويل : رسول الله ! زه له اهلبيتو ځنې نه يم ؟ و يې ويل : ته پر خير يې او د رسول الله مېرمن يې.

سيوطي دې روايت ته ورته يو بل  روايت له ابن مردويه نه او خطيب له ابي سعيد نه نقل کړى او وايي : ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى ) او ابن جرير او ابن منذر او حاکم ( هغه هم دا حديث صحيح ګڼلى ) او ابن مردويه او بيهقي پر خپلو سندونو له څو لارو له ام سلمه  روايت  کړى دى.

بيا وايي : ابن جرير ،ابن ابي  حاتم ،طبراني او ابي  سعيد روايت کړي، چې و يې ويل : پېغمبر اکرم(ص) ويلي دي : دا آيت زما،علي ،فاطمه ،حسن او حسين  په  باب  نازل  شوى دى.

بيا وايي : ابن ابي  شيبه ،احمدبن جرير،ابن منذر،ابن ابي حاتم ، طبراني، حاکم ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى ) او بيهقي په خپل سنن کې له واثله بن اسقع نه روايت کړى،چې و يې ويل : (د حديث تر پايه).

بيا وايي : حکيم ترمذي،طبراني،ابن مردويه ،ابونعيم او بيهقي په دلائل کې ټولو له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې ويې ويل : رسول اکرم (ص) وويل : خداى مخلوقات دوې ډولې کړل او زه يې غوره ډول کړم. تردې،چې وايي : بيا يې ټبرونه هم پر کورنو واېشل او زه يې له غوره کورنۍ کړم ؛ هغه کورنۍ،چې په اړه  يې وويل شول : (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا) ؛نو موږ اهلبيت له ګناه پاک يو.

او همداراز وايي : ابن جرير،ابن ابي  حاتم له قتاده نه روايت کړى،چې د پورتني آيت په تفسير کې يې وويل :  ((دا هغه اهلبيت دي،چې خداى له هر ډول بدۍ پاک کړي او خپله لورنه يې ورته ځانګړې کړې)) او دا حديث ضحاک بن مزاحم  راوړى،چې تل به رسول اکرم (ص) ويل : (( موږ هغه اهلبيت يو،چې خداى پاک کړي يو، د نبوت له شجرې او د رسالت له دريځه يو او د پرښتو د تلو راتلو ځاى،د رحمت کور او د علم کان يو.))

او هم وايي : ابن مردويه له ابي سعيد خدري (رض) روايت کړي،چې کله علي د فاطمې بي بي مېړه شو؛نو پېغمبر اکرم (ص) يې څلوېښت ورځې د کور وره ته راته ،ويل يې : ((زما اهلبيتو! سلام، لورنه او برکت دې پر تاسې وي، د خداى لپاره لمونځ مو رحمت شه ؛(انمايريد الله ) الخ  زه له هغوى سره په جګړه کې يم،چې درسره په جګړه کې دي او د هغوى دښمن يم،چې ستاسې دښمن دى او له هغوى سره په سوله او دوستۍ کې يم، چې درسره په سوله او دوستۍ کې وي .))

دې روايت ته ورته يو بل روايت له ابن جرير،ابن مردويه ،ابي الحراء او حضرت ابن عباس څخه نقل  شوى دى .

( امام احمد حنبل؛مسند:لومړي ټوک،330 مخ ) پر خپل سند له عمرو بن ميمون نه روايت کړى،چې و يې ويل : زه له حضرت ابن عباس سره وم،چې نهه کسان ورته راغلل او ويې ويل : يا دا ځاى راته خالي کړه او يا راسره ګوښي ځاى ته ولاړ شه ؛ نو حضرت ابن عباس ورته وويل : درسره به ولاړ شم . راوي وايي : تر هغه ورځې حضرت ابن عباس روغ و او لا ړونډ شوى نه و او ورسره يو کونج ته ولاړ او ورسره پر خبرو شو؛خو پوه نشوم،چې څه يې وويل، چې ناڅاپه مو حضرت ابن عباس زموږ پر لوري پر راتګ وليد، حال داچې جامې يې څنډلې او ويل يې : هېښنده ده،چې هغه سړی کنځی،چې لس ځانګړنې لري :

1_ د خداى استازي يې په اړه  وويل : سبا به يو داسې کس جګړې ته ولېږم،چې خداى به يې تر ابده خوار نه کړي ؛خداى او استازى يې پرې ګران دى ؛ نو پر هغه ورځ ډېر په تمه ول،چې هغوى ته به غږ وکړي؛خو رسول اکرم (ص) وپوښتل : علي چېرته دى ؟ ورته وويل شول : مېچنه کوي.رسول اکرم (ص) وويل : ولې په تاسې کې کوم يو دا کار و نه کړ ؟ بيا علي راغى، حال دا چې سترګې يې داسې خوږېدې،چې هېڅ ځاى ورته نه ښکارېده او بيا رسول اکرم (ص) ورته سترګې دم کړې او بيا يې د جګړې بېرغ درې وارې ورپاو او بيا يې علي ته ورکړ؛علي هم د کلا پر لور ولاړ؛ کلا يې سوبه کړه او  صفيه د حى لور يې اسيره راوړه .

2_پلانى يې د مکې پر لور ولېږه،چې د توبې  سورت د مکې خلکو ته ووايي او بيا يې علي ورپسې ولېږه، چې سورت ترې واخلي او د لېږلو پر مهال، رسول اکرم (ص) ورته وويل : دا سورت يوازې هغه کس بايد يوسي، چې له ما څخه او زه له هغه څخه ووسم.

3_ رسول اکرم (ص) خپلو تربورانو ته وويل : په تاسې کې کوم يو چمتو دى، چې  په دنيا او آخرت کې راسره موالات وکړي ؟ علي يوازېنى کس و، چې و يې ويل : رسول الله ! زه به په دنيا او اخر ت کې درسره موالات کوم . رسول اکرم (ص) وويل : ته په دنيا او اخرت کې زما ولي يې او دا خبره يې دوه وارې وکړه .

4_او هغه په نارينه وو کې ړومبى و،چې اسلام يې راووړ.

5_د خداى استازي پر علي،فاطمه ،حسن او حسين څادر واچاوه او ويې ويل 🙁 إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا).

6_ علي و، چې ځان يې پر خداى وپلوره او او د خداى د استازي په بستره کې څملاست؛نوچې کله حضرت ابوبکر راغى؛نو ګومان يې وکړ، چې پېغمبر اکرم دى؛نو غږ يې کړ : رسول الله ! علي ورته وويل : د خداى استازى د ميمون د څاه  پر لور ووت،ژر ولاړ شه او ځان ورورساوه او بيا حضرت ابوبکر روان شو او ځان يې رسول اکرم (ص) ته ورساوه.

7_ علي به د رسول اکرم (ص) په څېر تيږه اچوله .

8_ پېغمبر اکرم (ص)،چې د تبو ک د جګړې لپاره وته ؛نو  علي ورته وويل : اجازه راکوئ،چې زه هم درسره ولاړ شم؟ رسول اکرم(ص) ورته وويل : نه !؛ نو علي  وژړل، چې بيا د خداى استازي ورته وويل : ته تر ما وروسته د هر مؤمن ولي يې .

9_ رسول اکرم (ص) حکم وکړ،چې بې د علي د کور له وره نور ټول ورونه وتړئ او علي د رسول اکرم(ص) په څېر کړاى شول،چې په جنابت کې جومات ته راشي؛ځکه لار يې پر جومات وه او بې له هغې يې بله لار نه درلوده .

10_ علي هغه دى،چې رسول اکرم(ص)  يې په اړه  وويل : د چا چې زه ولي يم؛نو علي يې هم ولي دى.

دا روايت : نسائي ؛خصايص:8 مخ او محب طبري؛رياض النضره ،2ټوک،203 مخ کې راوړى او د ( موافقات) په کتاب کې يې احمد ، حافظ ابوالقاسم دمشقي ته نسبت ورکړى او په ( اربعين الطوال ) کې يې د هغه روايت يوه برخه نسائي ته نسبت ورکړې او هيثمي؛مجمع :9ټوک،119 مخ هم  راوړى دى او هغه يې احمد او طبراني ته په ( کبير او اوسط ) کې نسبت ورکړى دى .

( احمد حنبل؛مسند:4ټوک،107 مخ ) پر خپل سند له شداد بن ابي  عمار له واثله بن اسقع نه د تطهير د آيت دشان نزول په اړه  يو روايت نقل کړى؛خو داچې  مضمون يې د تېرو روايتونو په څېر و؛نو را مو  نه وړ. ابن جرير هم په خپل تفسير 22 ټوک په 6 مخ کې او حاکم؛مستدرک:2ټوک،416 مخ او همداراز په 3ټوک ،147 مخ کې هم راوړى او هغه يې د صحيحو حديثونو د شرايطو خاوند ګڼلى دى .

بيهقي هم دا حديث په خپلو سننو کې له دوو لارو د دويم ټوک په 152 مخ  کې  او طحاوي؛مشکل الاثار : لومړى ټوک، 336 مخ او متقي؛کنزالعمال :7ټوک، 92 له ابي  شيبه او ابن عساکر څخه نقل کړى او هيثمي هم په خپله مجمع کې د نهم ټوک په 167 مخ کې او هغه يې احمد او ابويعلي ته نسبت ورکړى او په 147 مخ کې  يې پر بل عبارت راوړى او طبراني ته يې نسبت ورکړى دى .

(امام احمدحنبل؛مسند:6ټوک،292 مخ )پر خپل سند له  حضرت ام سلمه بي بي  روايت کړى،چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم (ص) زما په کور کې و، چې فاطمې د تيږې په يو ديګ کې حريره راوړه ؛نو فاطمه مې خپلې کوټې ته بوتله،رسول اکرم(ص) فاطمې ته وويل : ولاړه شه او مېړه او زامن دې هم راوله .ام سلمه وايي : علي ،حسن او حسين راغلل او حريره يې وخوړه،د خداى استازى په دې  ټوله موده کې پر خيبري څادر ناست و او ما هم په کوټه کې لمونځ کاوه؛نو خداى د تطهير آيت را نازل کړ او بيا رسول اکرم(ص) د څادر ډېره برخه پرې واچوله،چې ټول يې پټ کړل او بيا يې خپل لاس پورته کړ او ويې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي. خدايه ! له هر ډول چتلۍ يې پاک کړه او هاغسې،چې په خپله پوهېږې پاک يې کړه؛نو په دې  وخت کې ما هم سر له کوټې رابهر کړ او ومې ويل : زه هم درسره يم. رسول اکرم(ص) وويل :ته پر خېر يې.

دا روايت : واحدي ؛ اسباب النزول:267 مخ او طحاوي؛مشکل الاثار: لومړى ټوک ،332 او 334 مخونو کې له دوو لارو  او محب طبري؛ذخاير:23 مخ  رواړي او د ذخاير د روايت په پاى کې دا زياتوالى راغلى دى : زه به له هغوى سره په دښمنۍ کې يم،چې له دوى سره په دښمنۍ کې وي او له هغوى سره به په دوستۍ کې يم،چې زما له اهلبيتو سره په دوستۍ کې وي او بيا وايي : دا حديث قبايي په معجم کې او سيوطي د درالمنثور په کتاب کې د تطهير تر آيت لاندې  راوړى او ويلي يې دي : دا حديث ابن جرير ،ابن منذر، ابن ابي  حاتم ،طبراني او ابن مردويه له حضرت ام سلمه  روايت کړى دى .

(امام احمد حنبل؛مسند:6ټوک،292 مخ )پر خپل سند له شهر بن حوشب څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : هغه مهال، چې د حسين بن علي د وژنې خبر ام سلمه بي بي ته راغى؛نو و يې ويل : د عراق خلک ملعون شوي دي ؛حسين بن علي يې وژلى دى؛خداى دې هغوى ووژني، چې ورسره وجنګېدل او مړ يې کړ،ما په خپله وليدل،چې يوه ورځ فاطمې د تيږې په يوه ديګي کې حريره راوړه او په پتنوس کې تر اچولو وروسته يې د رسول اکرم (ص) مخې ته کېښود، چې رسول اکرم(ص) فاطمه وپوښتله: د تره زوى دې چېرته دى؟ ويې ويل : په کور کې دى.رسول اکرم (ص) ورته وويل : ولاړه شه او ورته ووايه،چې راشه او زامن دې هم له ځان سره راوله.ام سلمه وايي : فاطمه راغله او دوه بچي يې له لاسه نيولي ول او علي هم ورپسې را روان و؛نو رسول اکرم(ص) هغه دوه ماشومان په غېږ کې واخستل او علي يې ښې خواته او فاطمه يې کيڼې خوا ته کېنوله او تر دې وروسته پېغمبراکرم(ص) هغوى په  خيبري څادر کې راټول کړل او پر چپ لاس يې د څادر دواړه پيسکې ونيوې او ښې لاس يې اسمان ته پورته کړ او ويې ويل :خدايه ! چټلي ترې لرې کړه او هماغسې،چې پخپله پوهېږې،دوى سپېڅلي کړه . خدايه ! دا زما اهلبيت دي،له دوى پليدي لرې کړه او هماغسې،چې پخپله پوهېږې، سپېڅلي يې کړه.ما په دې وخت کې وويل : آيا زه ستا اهل نه يم ؟ و يې ويل : ته هم راننوځه او زه هغه مهال تر څادر لاندې  شوم، چې د اهلبيتو په اړه  يې دعا پاى ته ورسېده .

دا روايت : ابن جرير،  طبري؛تفسير طبري :22 ټوک،6 مخ، طحاوي؛ مشکل الاثار:لومړى ټوک،335 مخ او محب طبري؛ ذخاير:22 مخ هم نقل کړى دى .

(خصايص نسائي : 4 مخ ) پر خپل سند له عامر بن سعد بن ابي  وقاص څخه روايت کړى،چې  ويې  ويل : معاويه بن ابوسفيان مې پلار ته امر وکړ،چې علي وکنځه. سعد (رض) ورته وويل : چې کله د هغه په باب د رسول اکرم (ص) درې  جملې رايادې شي؛نو هېڅکله به یې و نه کنځم او که  هغه يوه  يې س هم زما په اړه  وه ؛نو پر ځمکه به راته تر ټولو ګران بيه څيزونو  غوره وه : 1_ په يو جګړه کې رسول اکرم(ص) علي ته ګډون نه و ورکړى؛نو علي ګيله وکړه او و يې ويل : رسول الله ! ما د جهاد له ثوابه بې برخې کوې او له ښځو او ماشومانو سره مې پرېږدې، چې پېغمبراکرم(ص) ورته وويل : ((خوښ نه يې،چې داسې راته يې؛ لکه هارون،چې مو سى ته و؛خو پر دومره توپير،چې تر ما وروسته څه نبوت نشته . )) 

دويم داچې رسول اکرم(ص) د خيبر پر ورځ دهغه  په اړه وويل :سبا به د جګړې بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛نو چې سبا شو؛نو ټولو غږ نيولى و،چې پېغمبر اکرم (ص) به پرې غږ کوي؛خو رسول اکرم (ص) پر علي غږ وکړ او چې علي يې ورته راوست؛سترګې يې خوږېدې،رسول اکرم (ص) خپلې توکاڼې ورته په سترګو کې مرهم کړې او بيا يې د جګړې بېرغ ورکړ .

درېم داچې کله د ( انما يريد الله ) الخ  آيت نازل شو؛نو رسول اکرم (ص) علي،فاطمه ،حسن او حسين را وغوښتل  او يې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي .

( د بغداد تاريخ :10 ټوک:278 مخ )پر خپل سند له حضرت ابي  سعيد خدري د تېرو راويتونو په څېر روايت راوړى او ابن جرير طبري؛ تفسير :22 ټوک،7 مخ هغه له حضرت ام سلمه  او په 5  مخ کې له حضرت ابي  سعيد خدري او محب طبري؛ذخاير :24 مخ کې راوړى او هغه يې امام احمد او په مناقب کې يې طبراني ته نسبت ورکړى دى او هيثمي ؛ مجمع :9ټوک،167 مخ کې راوړى او هغه يې بزار ته نسبت ورکړى او علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په 590 مخ کې نقل کړى دى .

( رياض النضره:2ټوک،188 مخ ) وايي : د تطهير آيت،چې راغى؛نو رسول اکرم (ص) علي،فاطمه ،حسن او حسين د ام سلمه بي بي کور ته  راوغوښتل ( د حديث تر پايه ) او په پاى کې يې هغه قلعي ته هم نسبت ورکړى دى .

( استيعاب :2ټوک :598 مخ ) له ابي  الحمراء روايت کړى دى،چې ويلي يې دي : زه يوه مياشت په مدينه کې وم او هر سهار به مې ليدل، چې پېغمبراکرم (ص)  د فاطمې بي بي د کور مخې ته راځي او وايي : ( لمونځ! لمونځ ! إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا).

دا روايت :ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه:5ټوک ،66 او 174 مخ هم نقل کړى دى .

( د ابن جرير طبري تفسير؛22ټوک:6 مخ ) له ابي  الحمراء يو بل  روايت نقل کړى،چې و يې ويل : چې اوه مياشتې په مدينه کې وم .

ابي  داود طيالسي؛8ټوک ،274 مخ له حضرت انس بن مالک څخه يو بل روايت نقل کړى،چى د رسول اکرم(ص) ددې عمل موده يې يوه مياشت ښوولې ده .

(کنزالعمال؛7ټوک،97 مخ ) له واثله پر همدې مضمون روايت نقل کړى دى . اسدالغابه هم د دويم ټوک په 20 مخ کې له اوزاعي له شداد بن عبدالله له واثله بن اسقع نه همدې روايت ته ورته روايت نقل کړى دى او په اخر کې يې راغلي : ما واثله ته وويل : له رجسه مراد څه دى ؟ و يې ويل : پر خداى شک او د درېم ټوک په 413 مخ کې د عطيه په ژباړه کې ( چې اسماعيل په اصحابانو کې شمېرلى ) او له عمير ابي  عرفچه له عطيه  هغه روايت ته ورته يو روايت راوړى،چې دا روايت ابن حجر؛اصابه :4ټوک ،247 مخ هم راړى دى .

(مشکل الاثار : لومړى ټوک،332 مخ ) پر خپل سند له ام سلمه بي بي او په 333 مخ کې هم له ام سلمه بي بي او په 332 مخ کې له عامر بن سعد له پلار يې او 336 مخ کې پر خپل سند له عمرة الهمدانيه په دې اړه روايت نقل کړى،چې په  وروستي کې راغلي،چې عمرة وويل :ام سلمه بي بي ته مې وويل : ام المؤمنين ! ددې سړي په اړه راته څه ووايه ، چې په موږ کې و او ووژل شو او ځينې ورسره دښمنان ول او ځينې ورسره دوستان وو. ام سلمه بي بي وويل : ستا بدې راځي او که ښه دې راځئ؟ ورته مې وويل : نه مې ښه راځي  او نه مې بدې راځي._ د مشکل الاثار په کتاب کې يو څه نه دي چاپ شوي  او له دې ځايه پيلېږي_ خداى د ( انما يريد الله ) آيت را نازل کړ، حال داچې په کور کې  بې له  جبراييل ، د خداى له استازي ،علي ،فاطمې،حسن او حسين بل څوک نه وو؛نو ما وويل : رسول الله ! زه هم له اهلبيتو ځنې يم ؟ راته يې وويل : ته له خداى سره خپل ثواب لرې.پر خداى چې ډېر مې زړه غوښتل،چې پېغمبر اکرم (ص) راته ووايي،چې ته هم له اهلبيتو څخه يې او که را ته يې ويلي واى؛ نو تر ټولو هغه څيزونو  به را ته ښه واى،چې لمر پرې لګېږي .

مشکل الاثار : 338 مخ هم له ابي الحمراء په همدې اړه  يو روايت راوړى  دى .

(هيثمي؛ مجمع :9ټوک ،169 مخ ) له حضرت ابي  سعيد خدري روايت نقل کړى،چې ويلي يې دي : وروسته تردې،چې رسول اکرم (ص) فاطمه علي ته ورواده کړه؛نو څلوېښت ورځې به يې د کور د وره مخې  ته راتله او ويل يې : ( السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛انما يريد الله …) الخ او دا روايت يې د طبراني د اوسط کتاب ته هم نسبت ورکړى دى او د6ټوک په په 121 مخ کې يې له ابي  الحمراء روايت نقل کړى،چې  د خداى استازي دا کار  6 مياشتې وکړ او د 9 ټوک په 169 مخ کې يې له ابي  برزه روايت نقل کړى،چې  رسول اکرم(ص) دا کار 7 مياشتې وکړ او د لومړي ټوک په 206 مخ کې يې له حضرت انس بن مالک څخه روايت راوړى،چى ويلي يې دي : حضرت عمر بن الخطاب،حضرت ابوبکر ته ورغى او ورته يې وويل : ولې پر فاطمه مرکه نه کوې؟ حضرت ابوبکر وويل : پېغمبر اکرم ما ته خپله لور نه راکوي او بيا حديث ته ادامه ورکوي،چې دې ځاى ته رارسي، چې علي له فاطمې سره واده وکړ او په پاى کې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : ام ايمن ! يوه لوټه اوبه راوړه؛ اوبه يې ورته راوړې او رسول اکرم (ص) هم له هغې اوبو يو څه وڅښکلې او بيا يې فاطمې ته ورکړې،چې هغه يې هم وڅښکي او بيا يې ترې اوبه واخستى او دا اوبه يې د فاطمې  پر تندي،د وليو منځ او سينه واچولې او بيا يې علي ته اوبه ورکړې او ورته يې وويل : وڅښکه! او بيا يې  د علي تندى ،د وليو منځ او سينه پرې غوړه کړه او و يې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي، چټلي ترې لرې کړه او هاغسې،چې په خپله پوهېږې،تطهير يې کړه .

او د نهم ټوک په 207 مخ  کې يې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي: خلکو به تل د خداى پر استازي د فاطمې مرکه کوله؛خو رسول اکرم (ص) به نه ورکوله،چې حضرت سعد بن معاذ له علي سره وکتل  او همداراز خپله کيسه کوي، چې وايي : د خداى استازي وويل : اسماء ! په يو لوښي کې اوبه راوړه ! اسماء راوړې او بيا رسول اکرم (ص) هغه پر خپل مخ او پښو و موږلې او بيا يې فاطمه راوغوښته او اوبه يې ورته پر سر او سينه وشيندلې او بيا يې هغه اوبه راخستى او پر خپل ځان او فاطمې يې پخنک کولې او بيا يې وويل : هغه له ما او زه له هغه يم؛نو خدايه ؛لکه څنګه چې دې زه له چټلۍ پاک کړم، لور مې او مېړه يې هم له پليدۍ پاک کړې او هغسې،چې ته پوهېږې، سپېڅلى يې کړې او بيا يې د اوبو يو بل لوښى راوغوښت او هماغه کار يې له علي سره هم وکړ او هماغه دعا يې ورته وکړه او تر دې وروسته يې دواړو ته وويل : پاسئ او خپل کور ته ولاړ شئ ؛ خداى دې تاسې دواړه وبښي او خداى مو زړونه سره ولګوه او خداى دې ستاسې نيتونه خداى صالح کړي. ( او د حديث تر پايه)

او د نهم ټوک په 146 مخ کې وايي : له ابي الطفيل نه روايت شوى،چې ويلي يې دي :حسن بن علي موږ ته وينا کوله ؛ د خداى تر حمد او ثنا وروسته يې وويل : زه د بشير او د نذير زوى يم ،زه د رسول اکرم  زوى يم،زه د خداى پر لور د رابلونکي زوى يم،زه د بلې ډيوې زوي يم، زه د هغه چا زوى يم،چې خداى د عالميانو لپاره رحمت رالېږلى دى،زه له اهلبيتو څخه يم،چې خداى چټلي ترې لرې کړې او هغوى خداى هغسې،چې په خپله پوهېده،تطهېر کړي دي ( د حديث تر پايه) او بيا يې حديث د طبراني کبير او اوسط کتابو  او بوعلي او بزاز ته نسبت ورکړى دى .

او د نهم ټوک په 172 مخ  کې وايي : له ابي  جميله نه روايت شوى،چې د علي (ک) تر وژل کېدو وروسته حسن بن علي ځايناستى وټاکل شو،يو د لمانځه پر مهال له خپل ځايه راپاڅېد او هغه يې پر پنډۍ په چاړه وواهه؛ حسن د څو ورځو لپاره رنځور شو او تر رغېدو وروسته يې پر منبر وويل : د عراق خلکو ! زموږ په اړه  له خدايه ووېرېږئ  ؛موږ هم ستاسې اميران يو او هم مېلمانه  او موږ هغه اهلبيت يو، چې خداى يې په اړه  په قرآن کې ويلي دي : ( انما يريد الله ) پر هغه ورځ يې دومره خبرې وکړې،چې په جومات کې داسې څوک نه وو پاتې،چې ژړلي به يې نه ول او بيا وايي : طبراني هم دا حديث راوړى او رجال يې ټول ډاډمن دي .

(مستدرک الصحيحين :3ټوک،172 مخ ) پر خپل سند له علي بن الحسين نه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حسن بن علي د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته خلکو ته وينا وکړه او د خداى تر حمد او ثنا وروسته يې وويل : خلکو څوک چې موږ پېژني؛نو پېژني مو اوکه څوک مو نه پېژني؛نو زه حسن بن علي د رسول اکرم زوى يم؛زه يې د وصي زوى يم ، زه د بشير زوى يم،زه د نذير زوى يم ،زه د خداى پر لور د رابلونکي زوى يم،زه د بلې ډيوې زوى  يم،زه له هغو اهلبيتو څخه يم،چې جبراييل به ورته راتله او له کوره به يې اسمان ته الوته ،زه له هغو اهلبيتو څخه يم، چې خداى له هر ډوله پليدۍ پاک کړي وو او هغسې،چې پخپله پوهېده، تطهير کړي يې ول.

(تفسير ابن جرير طبري :22 ټوک،7 مخ )پر خپل سند له ابي  الديلم نه روايت کړى،چې ويلي يې دي : علي بن الحسين  يو شامي ته وويل : د احزاب په سورت کې دې نه دي ويلي : (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ) شامي وويل : مګر تاسې اهل البيت ياست ؟ ورته يې وويل :هو موږ اهل البيت يو .

  

دوستداران داهل بيت له اوره خلاص دي

بې دوستۍ يې عالم کله مخـــــــــلص دى

د اهل بيتو مینوال

امام احمد بن حنبل(رحمة الله عليه )په خپل مسند کې له ((سعيد بن جبير))له(( ابن عباس )) رضى الله عنهما نه روايت  کړى ،چې ويلي يې دي :

د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى [15]؛يعنې زه له تاسې د خپل رسالت اجر نه غواړم؛خو له خپلوانو سره مې مينه کوئ .)) آيت،چې نازل شو؛خلکو آنحضرت (ص) وپوښت:خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې پر موږ فرض شوه؟ ويې ويل : ((علي،فاطمه او دواړه زامن يې))  دا خبره يې درې ځلې وويله. [16]

امام بخاري رحمة الله عليه  د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ… )) تر آيت لاندې په خپل سند له ((طاووس)) له  حضرت ((ابن عباس )) نه روايتوي : له ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ…)) آيت په باب وپوښتل شو،حضرت سعيد بن جبير وويل: له ((قربی)) نه مطلب ((آل محمد)) دي .

امام سيوطي رحمة الله عليه په ((درمنثور)) تفسير کې تر څېړنې لاندې آيت په باب له ((ابن منذر)) او ((بن ابي حاتم))،((طبراني)) او ((ابن مردويه))د((سعيدبن جبير)) له لارې له ((ابن عباس) نه روايتوي: دا آيت،چې نازل شو؛ نو خلکو له((آنحضرت ص)) وپوښت: خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې پر موږ((فرض))شوه؟ ويې ويل : ((علي؛ فاطمه ، حسن،حسين او ددې  دواړو زامن [17])).

امام فخررازي(رحمة الله عليه)په خپل تفسير کې تر ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ…)) آيت لاندې له (زمخشري) رحمة الله عليه نه پورته روايت  نقلوي او ورپسې وايي: نو جوته شوه،چې دا څلور تنه ((علي،فاطمه، حسن او حسين)) د پېغمبراکرم(ص) خپلوان دي او دا مانا چې جوته شوه؛نو فرض ده،چې ځانګړى درناوى يې وکړو. بیا زياتوي : ددې مسالې لپاره بېلابېل لاملونه شته :

 لومړى : په ړومبنيو رواياتو کې وويل شول،چې ((آل محمد)) هغوى دي ،چې د چارو ورتګ يې هغه [محمد (ص)] ته دی؛نو دهغو کسانو،چې اړيکې يې پوره ټينګې وي ((آل)) ګڼل کېږي او بېشکه،چې علي،فاطمې،حسن او حسين له رسول اکرم (ص) سره ټينګې اړيکې او تړاو درلود او دا له متواترو احاديثو او مسلماتو ځنې ګڼل کېږي؛نو ځکه لازم دي،چې ورته (( آل محمد )) ووايو.

 دويم : بېشکه،چې فاطمه،پېغمبراکرم(ص) ته ګرانه وه او ويلي يې دي : ((فاطمه ،مې د بدن يوه برخه ده،چا چې ازار کړه؛نو زه به يې ازار کړى يم )).

 او په متواترو احاديثو کې له رسول اکرم(ص) نه ثابته شوې،چې هغه مبارک (ص) ته علي،حسن او حسين هم ګران وو او دا معنا،چې جوته شي ؛نو پر امت يې مينه فرضېږي؛ځکه متعال خداى وايي :

 ( الف ) وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ؛ لاروي یې وکړئ،چې سمه لار ومومئ.

(ب) فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ؛څوک چې یې له حکمه سرغړونه کوي؛نو د خداى له عذابه دې ووېرېږي .

(ج) قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ؛يعنې ورته ووايه که له خداى سره مينه لرئ؛نو زما لاروي وکړئ،چې دخداى ښه راشئ .

 (د) لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ =  تاسې ته د رسول الله (ص) په ژوند کې ښه بېلګې دي .

درېيم : د ((آل)) لپاره دعا يو ستر وياړ دى؛نو ځکه په لمانځه کې تر تشهد وروسته دا دعا ويل کېږي .

((اللهم صل على محمد وعلى آل محمد وارحم محمد وآل محمد ))

 چې دا درناوى له ((آل محمد )) پرته د بل چا نشته؛نوځکه دا ټول دلايل ښيي،چې له ((آل محمد)) سره مينه فرض ده .

په پاى کې امام فخر رازي خپلې خبرې  د امام شافعي رحمة الله عليه په لاندې  اشعارو پاى ته رسوي ،چې پښتو مفهوم يې دادي :

 (( ای سپوره! ته چې حج ته روان يې،په هغه ځاى کې ،چې منی ته نژدې د ((رمي  جمرات )) لپاره کاڼي راټولېږي او دا د بيت الله د حاجيانو ستره غونډه ده؛نو ودرېره او نارې کړه،ټولو هغو ته چې په ((خيف جومات)) کې پر عبادت بوخت دي او يا د خوځېدو په حال کې دي او سبايي،چې حاجيان له ((مشعر)) نه ((مني)) ته د يو ستر غړمبېدونکي نېز په څېر روان وي؛نو نارې کړه!هو نارې کړه او ووايه! که له (( آل محمد)) سره مينه رفض وي؛نو ټول پېريان او انسانان دې شاهدان وي،چې زه رافضي يم .[18] ))

 

ارواښاد خوشحال بابا وايي :

دوستدارن داهل بيت له اوره خلاص دي

بې دوستۍ يې عالم کله مخلص وي  [19]

 

خوشال بابا وايي :

زه خوشحال خټک په حب داهل بيتو

خارجي اورافضــــــــي کړم اخراجي [20]

له اهلبيتو سره مينه

( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه او (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک ،١٤٩ مخ ) او ابونعيم د حلية د درېم ټوک په ٢١١ مخ، خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ: څلورم ټوک،١٥٩ مخ، ابن اثيرجرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ او سيوطي په درالمنثور کې د ( قل لا اسئالکم ) تر آيت لاندې راوړي،چې رسول اکرم  (ص) وويل: (( له خداى سره يې د نعمتونو له امله مينه وکړئ،له ماسره د خداى له امله او له اهلبيتو سره مې زما له امله مينه وکړئ.)) او د وينا له مخې يې ترمذي، طبراني، حاکم او بيهقي راوړى دى .

( د بغداد تاريخ:دويم ټوک،١٤٦ مخ ) وايي : رسول اکرم (ص) وايي : (( زما شفاعت د هغوى لپاره دى،چې له اهلبيتو سره مې مينه کوي . ))

سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې او د هغه د وينا له مخې احمد، ترمذي، نسايي، حاکم،محب طبري ( ذخاير :٩ مخ )، طبراني، او خطيب بغدادي د ابي الضحى له لارې د حضرت ابن عباس له لارې او همداراز له ابي  الضحى له مسروق له عايشې بي بي روايتونه نقل کړي،چې حضرت عباس، پېغمبراکرم (ص) ته ګيله وکړه،خلک،چې موږ بني هاشم له لرې ويني؛نو يو له بل سره پسپسکي کوي او چې ورنږدې شو؛نو چوپ شي او لنډه دا چې ستا نبوت او رسالت ددې لامل ګرځېدلى،چې خلک راسره په زړونو کې کينه واخلي.پېغمبراکرم (ص) دومره خپه شو،چې پر تندي يې خولې راماتې شوې او ويې ويل : (( پر خداى قسم،چې د هغوى په زړه کې به ايمان نه وي او خير به و نه ويني چې درسره مينه ونه کړي.))

په يو بل نقل کې راغلي :  (( پر خداى چې ايمان به  ونه لري،چې راسره تر ځانه، له اهلبيتو سره تر خپلو اهلبيتو، له عترت سره تر خپل عترت او له ځوځات سره مې تر خپلې ځوځاته ډېره مينه ونه کړي . ))

 دا روايت هيثمي هم د مجمع د لومړي ټوک په ٨٨ مخ کې راوړى او دهغه وينا له مخې،طبراني هم په کبير او هم اوسط او همداراز شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې راوړى او دهغه د وينا له مخې، ديلمي، طبراني، ابوالشيخ په نورالابصار ( ١٠٣ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ديلمي، طبراني،ابوالشيخ، ابن حبان او بيهقي هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :دويم ټوک،٥٦ مخ ) : (( پينځه څيزه دي،چې که چا ته روزي شول؛نو په آخرت کې به د عمل د نه کولو لپاره هېڅ پلمه نه لري : ١_صالحه کورودانه .٢_نېک اولاد .٣_ښه خوى .٤_ په وطن کې معيشت .٥_ له اهلبيتو سره مينه . ))

 دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېم ټوک په٤٥٩ مخ کې نقل کړى او د وينا له مخې يې ديلمي هم په الفردوس کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال : اووم ټوک،٢١٢مخ ) د قيامت پر ورځ به د خداى بنده ګام پورته نه کړي؛خو داچې د څلورو څيزونو  پوښتنه ترې نه وي شوې : ١_ عمر چې څنګه دې تېر کړ .٢_ بدن چې په کوم کار دې واچاوه . ٣_مال، چې له کومه دې راوړى او په کوم ځاى کې دې لګولى دى .٤_ د اهلبيتو مينه .

  دا روايت طبراني له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او هيثمي د مجمع د لسم ټوک په ٣٤٦ مخ کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢٧٨ مخ ) : خپل اولاد مو پر درې څيزونو ادب کړئ :١_له پېغمبر سره مينه .٢_له اهلبيتو سره مينه .٣_د قرآن قرائت، چې د قرآن د حاملانو ناسته پاسته به د خداى تر سيوري لاندې له انبياوو او اصفياوو سره وي؛ پر هغه ورځ، چې يو سيورى به هم نه وي . بيا متقي وايي : دا حديث ابونصر عبدالکريم شيرازي د فوايد په کتاب کې او ديلمي په فردوس کې له ابن النجار څخه، مناوي د فيض القدير د لومړي ټوک په ٢٢٥ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى .

زمخشري په کشاف کې د شورى سورت د مودت آيت تر تفسير لاندې د رسول اکرم (ص) وينا راخستې،چې وايي : شهيد دى څوک چې د آل محمد په مينه ومري .پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به بښل شوى له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به تائب له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به مؤمن او په بشپړ ايمان له دنيا تللى وي .  پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ ته به ملک الموت د جنت وعده وکړي او بيا انکر او منکر . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته بيول کېږي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي له قبره به د جنت په لور دوه سيوري جوړ شي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي قبر به د د پرښتو زيات وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به پر سنت او جماعت له دنيا تللى وي . پوه شئ ! د قيامت پر ورځ به يې  له آل محمد سره د کينه کښ پر تندي ليکلي وي : د خداى له رحمته نهيلى او پوه شئ ! له آل محمد سره کينه کښ کافر له دنيا تللى او ان د جنت بوى به هم حس نه کړي.

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٧٢ مخ او لسم ټوک :٢٨٢ مخ ) (کنوزالحقايق :٥ مخ ) (ذخاير العقبى :٨١ مخ ) ( شبلنجي ؛نورالابصار : ١٠٣ مخ ) روايتونه نقل کړي،چې د ټولو نچوړ دادى : د خداى نبي وويل : هېڅکله زما له اهلبيتو مه غافلېږئ،چې که څوک زما د اهلبيتو په مينه له خداى سره ملاقات وکړي؛نو په شفاعت به يې جنتي کړي  او پر خداى چې زموږ د حق له پېژندو پرته يو عمل هم ګټه نه لري او څوک چې موږ د دنيا لپاره غواړي؛نو هېڅ يې هم نه دي کړي او که چا د خداى له امله راسره مينه وکړه؛نو ددې دوو ګوتو ( د شهادت دوه ګوتې يې يو ځاى کړې ) په څېر به يو ځاى جنت ته ننوځو او پر پل صراط به يې پښه نه  ښوېيږي،چې له اهلبيتو سره يې مينه ډېره وي او له مؤمن پرته له اهلبيتو سره څوک مينه نه کوي او له منافق پرته څوک له اهلبيتو سره دښمني نه کوي او له آل محمد سره يوه ورځ مينه تر يوه کال عبادت غوره ده . 

 

خوشال بابا وايي :

دعلي د آل په مدح کې جنــــــــت دى

د خوشحال خټک په دا ده تـــــــــسلي  [21]                                       

 

په روايتونو کې د اهلبيتو فضايلو ته لنډه کتنه

 ( صواعق محرقه :١٣مخ ) له احمد بن حنبل، محاملي،مخلص،دهني او نورو د بي بي عايشې له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : حضرت جبراييل وويل: ما د ځمکې لر او بر لاندې باندې کړل؛خو د محمد په څېر سړى مې و نه موند او بيا مې لاندې باندې کړل او د بني هاشمو په څېر شريف ټبر مې و نه موند.

 دا روايت مناوي هم په فيض القدير ( څلورم ټوک:٤٩٩ مخ ) کې راوړى او د حاکم دکنى و الالقاب کتاب او د ابن عساکر تاريخ ته يې نسبت ورکړى دى .

( ثعلبي؛قصص الانبياء :١٤ مخ ) وايي : پينځم باب د ځمکې د ښکلا او سينګار په اړه  دى او همداراز شمېري،چې د پېغمبرانو لړۍ ته رارسي،چې د ځمکې تر ټولو ښکلې ښکلا داده،چې خداى دا لړۍ په څلورو پېغمبرانو سينګار کړه : ابراهيم خليل،موسى کليم، عيسى وجيه او محمد حبيب او د ځمکې پينځمه ښکلا آل محمد دي،چې دا دي : علي،فاطمه، حسن او حسين.

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٢١٨ مخ ) په دې عبارت يو روايت نقل کړى،چې موږ اهلبيت د فضايلو په يو داسې مقام يو، چې څوک هم له موږ سره د پرتله کېدو وړ نه دي .

( اصابه : لومړى ټوک : لومړى قسم ،١٤٤ مخ ) د ابوالشيخ له تفسيره د قيس بن براء له عبدالله بن بدر له پلار څخه روايت دى،چې رسول اکرم وويل : (( که څوک غواړي عمر يې اوږد شي او له هغه روزۍ خير وويني، چې خداى ور په برخه کړې؛نو زما له اهلبيتو سره دې نېکي وکړي،که څوک ترې زما ځايناستى نشو؛نو عمر به يې لنډ وي او د قيامت پر ورځ به تورمخى راسره ګوري . ))

 دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٦٣ مخ ) له ابن عمر (رض) څخه روايت کړى، چې وايي: د ځلکدن په وروستيو شېبو کې،رسول اکرم (ص) دا خبره وکړه: تر دې وروسته ستاسې او د اهلبيتو ځان يم . بيا يې دا روايت طبراني ته نسبت ورکړى؛ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ او ١٣٦ مخونو کې نقل کړى دى .

( فيض القدير : درېم ټوک،٤٩٧ مخ او نهم ټوک:٥٥٣ مخ ) په دې اړه روايت نقل کړى،چې له اهلبيتو سره د امت د چلن په اړه  رسول اکرم (ص) وړاندوينه کړې وه؛ ذخاير العقبى هم په ١٨ مخ کې د اهلبيتو په اړه د رسول الله (ص) د سپارښـتنو روايت له عبدالعزيز څخه نقل کړى دى.محب طبري يې تر نقلولو وروسته وايي : ابوسعيد او ملا هم نقل کړى دى؛ ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ مخ کې او شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٦٨ مخ ) له ابي  سعيد خدري (رض) روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل : (( خداى (ج) درې حرمتونه لري،چې که چا يې يو هم وساته؛نو خداى به يې دين او دنيا وساتي او که چا و نه ساتل؛نو خداى به يې يو څه هم و نه ساتي او ضمانت به يې ونه کړي؛ړومبى د اسلام حرمت، دويم زما حرمت او درېم زما د حرم حرمت . ))

 دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ مخ کې راوړى او طبراني او ابوالشيخ ته يې نسبت ورکړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٢١٦ مخ ) رسول اکرم وويل : (( که چا زما له اهلبيتو سره ښه وکړل؛نو زه به ورسره د قيامت پر ورځ ښه وکړم . ))

 دا روايت مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ١٧٢ مخ کې او حبابي په تاريخ طالبين کې راوړى او تر نقلولو وروسته يې وايي : ((څومره بختور دي،هغوى چې د رسول اکرم (ص) د اهلبيتو خپګان له منځه يوسي او يا يې خبره  ومني او يا يې کومه هيله پوره کړي او هغه حکايتونه له شمېره وتلي دي،چې په دې مانا دلالت کوي او که څوک غواړي ځان نور هم پوه کړي، د بارزي توثيق عى الايمان کتاب او د ابن جوزي کتابونه بايد ولولي . ))

دا روايت له بلې لارې داسې نقل شوى دى : (( که څوک زما له اهلبيتوسره ښه وکړي او هغه يې جبران نه کړاى شي؛نو زه به يې په خپله د قيامت پر ورځ جبران کړم . ))

 د محب طبري ( ذخاير :١٩ مخ )  د وينا له مخې دا حديث ابوسعد او ملا هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :اتم ټوک، ١٥١ مخ او شپږم ټوک:٢١٧ مخ ) داسې نقل کړى دى : ((  زه به د قيامت پر ورځ د څلور ډلو شفاعت کوم :١_ چا چې زما د ځوځات درناوى وکړ. ٢_ چا چې زما د ځوځات کومه اړتيا پوره کړه.٣_چا يې چې د پرېشانۍ پر مهال د ژوند لپاره ګام پورته کړ .٤_ څوک چې په ژبه او زړه ورسره مينه کوي . ))

 دا روايت محب طبري هم د ذخاير په ١٨ مخ کې راوړى او همدې روايت ته ورته يو بل روايت هم ابن حجر د صواعق په ١٥٠ مخ کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال : اووم ټوک،٢١٤ مخ ) او مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ١٧٦ مخ کې : (( د قيامت پر ورځ پينځه شفيعان دي : ١_ قرآن. ٢_رحم .٣_امانت .٤_ ستاسې پېغمبر .٥_ د پېغمبر اهلبيت . ))

 ( ذخاير العقبى :١٨ مخ )  او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې او ملا په خپله سيره کې روايت نقل کړى،چې رسول اکرم(ص) خپلې د شهادت ګوتې يو ځاى او جوختې کړې او ويې ويل : (( زما اهلبيت او دوستان به يې داسې يو ځاى سره جنت ته ننوځي . )) 

( ابن حجر؛ صواعق : ٩٥ مخ ) او ( احمد؛مناقب) راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : ((بني هاشمو! قسم پر هغه خداى،چې زه يې مبعوث کړى يم، چې د قيامت پر ورځ به شفاعت له تاسې پيلوم . )) 

( ذخاير العقبى :١٦ مخ ) له عبدالعزيز او په خپل سند له رسول الله (ص) نقلوي چې وايي : (( زه او اهلبيت مې په جنت کې د ونې په څېر يو، چې ښاخونو مو پر ځمکه دي؛نو که چا پرې منګولې ولګولې؛نو خداى ته به يې لار موندلې وي .)) همدا ليکوال په ١٤ مخ کې وايي : له زيد بن اسلم له پلار يې له عمر بن خطاب (رض) څخه روايت دى،چې  زبير بن عوام (رض) وويل : زړه دې غواړي حسن بن علي  ووينې ؟ زبير (رض) پلمه رواړه . حضرت عمر ورته وويل : مګر خبر نه يې چې د بني هاشمو پوښتنه کول (عيادت) دينې فريضه ده او زيارت يې نفل او شرعي مستحب دى.

 سيوطي هم په درالمنثور کې د (قل لا اسئالکم عليه اجرا ) آيت تر تفسير لاندې له امام بخاري نقل کړي،چې وايي : حضرت ابوبکر به ويل : د رسول اکرم (ص) لپاره پر  اهلبيتو يې پام  وکړئ .

 

خوشال بابا وايي :

 

پاک سني هغه آدم دى           چې دآل  په عشق محکم دى [22]

له اهلبيتو سره دښمني او کړول يې

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٥٠ مخ ) له حضرت ابي  سعيد خدري روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وايي : (( قسم پر هغه خداى، چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چاچې له موږ اهلبيتو سره دښمني کړې؛نو خداى ‌به يې په اور کې کړي.)) بيا وايي : دا حديث د مسلم په شرطونو صحيح دى او ابن حجر هم د صواعق په ١٤٣ مخ کې راوړى او سيوطي په درالمنثور کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې نقل کړى او احمد، ابن حبان او حاکم ته يې نسبت ورکړى دى .

( د بغداد تاريخ: درېم ټوک، ١٢٢ مخ ) د حضرت ابن عباس له خولې له رسول الله (ص) روايتوي،چې وايي :که عابد زر کاله په رکن او مقام کې د خداى عبادت وکړي او بيا يې د ډېر عبادت له امله هډوکي ورژېږي او له اهلبيتو سره په دښمنۍ مړ شوى وي؛نو خداى به يې پړمخه دوزخ ته ورګوزار کړي .

سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې،محب طبري د ذخاير په ١٨ مخ کې او د هغه د وينا له مخې احمد په مناقب او مناوي د کنوزالحقايق په ١٣٤ مخ کې او د هغه د وينا له مخې ديلمي راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( له موږ سره دښمن به د اور په کوړو کې د خداى له رحمته لرې کړاى شي . ))

 ( هيثمي؛مجمع :څلورم ټوک،٢٧٨ مخ ) له معاويه بن خديج څخه روايتوي چې وايي : معاويه زه حسن بن علي ته ولېږلم، چې پر لور يا خور يې يزيد ته مرکه وکړم؛ورغلم او کيسه مې ورته وکړه، چې راته يې وويل :په دې اړه  لوڼې يا خويندې پوښتو او زه هم په خپله خپلې لور ته ورغلم او د يزيد د مرکې خبره مې ورته وکړه،چې لور مې راته وويل : پر خداى چې دا ناشونى چار دى؛خو دا چې ملګرى دې _ معاويه _ په موږ کې هغه کار وکړي،چې فرعون په بني اسراييلو کې وکړ؛خپل زامن يې ووژل او لوڼې يې ژوندۍ ښخې کړى . ما حسن ته وويل :  زه دې د اور ټوټې ته لېږلې وم ،چې زموږ اميرالمؤمنين ته يې فرعون ووايه . معاويه ! له موږ سره له دښمنۍ لاس واخله،چې رسول اکرم وويل: څوک چې له موږ سره دښمني او کينه کوي؛نو د قيامت پر ورځ به په کوړو د حوض کوثر له غاړې لرې کړاى شي .

 دا روايت يې د نهم ټوک په ١٧٢ مخ کې هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٩١ مخ ) او د هغه د وينا له مخې، ديلمي له ابي هريرة (رض) او زمخشري په کشاف کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې او شبلنجي د نورالابصار په ١٠٠ مخ کې او محب طبري د ذخاير په ٢٠ مخ کې او صواعق المحرقه په ١٤٣ مخ کې روايتونه نقل کړي،چې وروستى يې داسې دى،چې که څوک موږ اهلبيتو ته کنځلې وکړي؛نو مرتد به وي او څوک يې چې وکړوي؛نو خداى به پرې نه لورېږي او خداى جنت پر داسې کسانو حرام کړى دى او پينځه کسان دي چې ټولو مستجاب الدعوة انبياء پرې لعنت وايي :١_څوک چې د خداى په کتاب کې لاس وهنه وکړي او لږ يا ډېر يې کړي .٢_څوک چې د خداى له قضا و قدر څخه منکر شي .٣_څوک چې د خداى حرام حلال وګڼي .٤_څوک چې زما د عترت حرمت و نه ساتي .٥_څوک چې سنت پرېږدي .

( فيض القدير:لومړى ټوک،٥١٥ مخ ) او ( کنوز الحقايق :١٣٤ مخ ) او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ او همداراز د لومړي ټوک په ٦٧ مخ کې روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : (( د خداى غضبونه خورا ډېر شول، چې يهودو وويل : عزير د خداى زوى دى او چې عيسويانو وويل : عيسى د خداى زوى دى او ډېر ژر به هله ډېر شي چې څوک له ما څخه د چا وينه تويې کړي . ))

 

خوشال بابا وايي :

زه دوســتدارد ده دآل يم             په دوستۍ کې يې خوشــحال يم[23]

 

د رسول الله (ص) اهلبيت د حضرت نوح (ع) د بېړۍ په څېر دي

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،٣٤٣ مخ ) په خپل سند د حنش کناني له خولې وايي : حضرت اباذر غفاري مې وليد، حال داچې د کعبې ور يې نيولى و او په جيګ غږ يې ويل : (( خلکو ! څوک مې چې پېژني؛نو پېژني مې او که څوک مې نه پېژني؛نو پوه دې شي،چې زه ابي  ذر يم او د خداى له استازي مې اورېدلي : (( زما د اهلبيتو مثال د نوح د بېړۍ په څېر دى، که څوک پکې سپاره شول؛نو خلاصون به يې موندلاى وي او که چا ترې سرغړونه وکړه؛نو غرق به وي . ))

دا روايت يې د درېم ټوک په ١٥٠ مخ کې هم له بلې لارې راوړى؛متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې . هيثمي؛مجمع: نهم ټوک،١٤٨ مخ . علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٦١٠ مخ کې. حلية الاولياء د څلورم ټوک په ٣٠٦ مخ کې له سعيد بن جبير څخه او محب طبري د ذخاير په ٢٠ مخ کې او د هغه وينا له مخې ملا هم په خپله سيره کې او بزار له حضرت ابن عباس او ابن زبير (رض) څخه نقل کړى دى .

 خطيب بغدادي ( دولسم ټوک،١٩ مخ ) له حضرت انس بن مالک او سيوطي په درمنثور کې تر [وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُواْ هَذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُواْ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَادْخُلُواْ الْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُواْ حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ (بقره/۵۸) لاندې له ابن ابي  شيبه له علي بن ابيطالب څخه روايت کړى چې وايي : (( موږ په دې امت کې د نوح بېړۍ او “باب حطه” يو. ))

همدې مضمون ته نږدې يو بل روايت هم کنزالعمال د لومړي ټوک په ٢٥٠ مخ کې له عباد بن عبدالله اسدي او شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې له طبراني له ابي ذر (رض) څخه نقل کړى دى او همداراز هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٦٨ مخ کې له حضرت ابي سعيد خدري روايت نقل کړى،چې په پاى کې يې راغلي دي : (( لکه څنګه چې که بني اسراييل باب خطه ته ورننووتي وو؛نو بښل شوي به وو (نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ)؛نو همداراز که څوک زما په امت کې هم پر اهلبيتو منګولې ولګوي؛نو و به بښل شي .))

 ذخاير العقبى هم په ٢٠ مخ کې دې مضمون ته ورته يو بل روايت له علي (ک) نقل کړى او همداراز کنوزالحقايق په ١٣٢ مخ کې او فيض القدير(درېم ټوک،٣٥٦ مخ ) او مناوي په فيض القدير کې د حديث تر نقلولو وروسته ويلي : (( يعنې لکه څنګه چې خداى باب خطه د بني اسراييلو لپاره د بښنې وسيله ګرځولې وه ؛نو که څوک ورته په تواضع او سجده ورننووتي واى؛نو بښل شوي به واى؛نو په دې امت کې که څوک له علي سره مينه وکړي او کړلار يې خپله کړي او پر لارښوونه يې ولاړ شي؛نو جنتي او له اوره به خلاص شي .

خوشال بابا وايي :

ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس

چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي[24]

اهلبيت د امت امامان دي

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٤٩ مخ ) په خپل سند د حضرت ابن عباس له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وايي : (( ستوري ځمکمېشتي له ډوبېدو ژغوري؛زما اهلبيت هم د امت امامان دي؛نو که په عربو کې هر ټبر له اهلبيتو سره شخړه وکړه؛نو په اړپېچ ککړ شوى او د ابليس ګوند دى.))

 دا روايت  ابن حجر هم د صواعق په ١٤٠مخ کې راوړى او صحيح يې ګڼلى دى .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٤٥٨ مخ ) په خپل سند د محمد بن منکدر د پلار له خولې وايي : يوه شپه پېغمبر اکرم (ص) له کوره ووت او د ماسخوتن لمونځ يې هم وځنډاوه،خلک ورته په تمه ول،چې جومات ته به راشي او لمونځ به وکړي،جومات،چې ته راننووت؛نو ویې پوښتل : څه ته په تمه ياست ؟ ومو ويل : لمونځ ته په تمه وو. ويې ويل : ((چې کله لمونځ ته هم په تمه ياست؛نو د لمونځ په حال ياست.)) (؛يعنې د لمونځ ثواب درته ليکل کېږي ) بيا يې وويل : (( دا هغه لمونځ دى،چې مخکې يو امت هم نه  دى پر ځاى کړى.)) بيا يې سر اسمان ته کړ او ويې ويل : ستوري اسمانمېشتو ته امان دى او چې تپه تياره شي؛نو اسمانوالو ته وعده ورکړ شوې،چې عذاب به راورسي.)) تردې چې وايي : (( اهلبيت مې د امت امامان دي او چې کله ځمکه ترې خالي شوه؛نو امت ته وعده ورکړ شوې،چې عذاب به راشي  . ))

دا روايت کنزالعمال د شپږم ټوک په ١١٦ مخ کې او همداراز د اووم ټوک په ٢١٧ مخ کې او صواعق المحرقه (١١١ مخ ) او د مجمع الزوايد د نهم ټوک په ١٧٤ مخ کې او مناوي د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢٩٧ مخ کې او ذخاير العقبى په ١٧ مخ کې او علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٧١٠ مخ کې نقل کړى دى .

 

رسول الله (ص) : په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم

( صحيح مسلم ) د فضائل الصحابه په کتاب کې په باب فضايل علي کې په خپل سند له يزيد بن حيان (رض) څخه روايتوي چې وايي : زه او حصين بن سبرة او عمر بن مسلم د زيد بن ارقم ليدو ته ولاړو،چې حصين ورته وويل : زيده ! تا له خپل عمره ډېر خېر ليدلى؛ځکه  رسول الله (ص) دې ليدلى، ورسره جګړو ته تللى،حديثونه دې ترې اورېدلي او په کلونو کلونو دې ورپسې لمونځونه کړي دي؛نو له دې ټول خېره يو حديث موږ ته ووايه،چې له رسول الله (ص) دې اورېدلى  وي ؛نو راته يې وويل : و راره ! پر خداى قسم،چې زوړ شوى يم او تګ مې رانږدې دى؛خو ما يو لړ هغه احاديث هېر کړي،چې له رسول الله (ص) مې اورېدلي وو؛نو کوم حديثونه،چې درته وايم،تاسې يې په ځير ياد کړئ او نوره پوښتنه به نه کوئ  او بيا يې وويل : يوه ورځ رسول الله (ص) د مکې او مدينې په منځ کې په خم نومې سيمه کې موږ ته خطبه وويله او د خداى تر ستاينې او ډېرو نصيحتونو وروسته يې وويل : (( ايها الناس ! زه بشر يم او کېداى شي ډېر ژر پرښته زما روح اخستو ته راشي او زه يې هم بلنه ومنم او زه تر ځان وروسته په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم،چې لومړى يې د خداى کتاب دى چې ټول ښيون-هدايت او رڼا ده؛نو د خداى پر کتاب منګولې ولګوئ _ او ډېر يې خلک د خداى کتاب ته راوهڅول _ او بل يې زما اهلبيت دي،زه مې د اهلبيتو په اړه  خداى دريادوم . ))

حصين : پوښتنه وشوه : اهلبيت څوک دي ؟ آيا د رسول اکرم (ص) مېرمنې هم په اهلبيتو کې دي؟ويې ويل : مېرمنې يې د کور خلک دي؛خو اهلبيت نه دي؛اهلبيت هغوى دي،چې تر رسول الله (ص) وروسته ورته صدقه حرامه ده؛پوښتنه يې وکړه : نو اهلبيت څوک دي ؟ و يې ويل : آل علي،آل عقيل، آل جعفر او آل عباس . پوښتنه ترې وشوه : آيا صدقه ټولو ته حرامه ده . و يې ويل : هو!

دا روايت مسلم هم په ځينو سندونو له زيد بن ارقم (رض) څخه نقل کړى، چې په تېرو شويو برخو کې يې ځينو سندونو ته اشاره هم وشوه . امام احمد بن حنبل هم د خپل مسند د څلورم ټوک په ٣٦٦ مخ،بيهقي د سنن د دويم ټوک په ١٤٨ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٠ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى.

 دارمي هم د خپل سنن د دويم ټوک په ٤٣١ مخ کې او متقي د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٥ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې عبدبن حميد په خپل مسند کې له حضرت زيد بن ارقم څخه او د اووم ټوک په ١٠٢ مخ کې يې له دوو لارو او طحاوي هم په مشکل الاثار (درېم ټوک،٣٦٨ مخ ) کې راوړى دى .

( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) په خپل سند له ابي  سعيد له اعمش له حبيب بن ابي  ثابت له زيد بن ارقم (رض) څخه روايت کړى،چې وايي: رسول اکرم (ص) وويل : (( زه په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم او ځم او تر هغه مو چې پرې منګولې ولګولې؛نو بې لارې به نشئ،چې يو تر بله ستر دي،چې لومړى يې د خداى کتاب دى،چې هغه رسۍ ده،چې يوه خوا يې له خداى او بله خوا يې درسره ده او بل يې زما عترت؛يعنې اهلبيت دي او دا دواړه ان د سترګو د يو رپ هومره هم يو له بله نه بېلېږي، چې د حوض کوثر تر غاړې ما وويني؛نو ښه چلن ورسره وکړئ او ګورم چې څرنګه چلن ورسره کوئ. ))

 دا روايت ابن اثير جرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ کې او سيوطي په درالمنثور کې د شورى د سورت تر مودت آيت لاندې راوړى او ويلي يې دي : انباري هم د المصاحف په کتاب کې راوړى دى .

( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) حضرت جابر بن عبدالله : د عرفې پر ورځ حال داچې پېغمبراکرم (ص) پر قصوى اوښ سپور و،موږ ته يې داسې خطبه وويله : (( يا ايها الناس ! په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم او تر هغه چې پرې منګولې ولګوئ؛نو بېلارې به نشئ؛ د خداى کتاب او عترت مې اهلبيت.)) ترمذي بيا وايي : په دې اړه  له ابي ذر، زيد بن ارقم، حذيفة بن اسيد او ابي سعيد (رضى الله عنهم) نور روايتونه هم نقل شوي او پورتنى روايت متقي د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٨ مخ کې راوړى او ابي  شيبه او خطيب (درالمتفق او المفترق) ته يې نسبت ورکړى دى.

(مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٠٩ او ١٤٨ مخونه. نسائي؛خصايص : ٢١ مخ . امام احمد بن حنبل؛مسند:درېم ټوک،١٧ مخ له حضرت ابي  سعيد خدري نقل کړى . فخر رازي په خپل تفسير کې د (وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ)) (آل عمران/۱۰۳) تر آيت لاندې،هيثمي؛مجمع : نهم ټوک ،١٦٣ مخ . ابن سعد؛ طبقات:دويم ټوک، دويم قسم،٢ مخ . امام احمد حنبل د خپل مسند د درېم ټوک په ١٤ مخ او همداراز د پينځم ټوک په ١٨١ مخ . مناوي؛ فيض القدير: درېم ټوک،١٤ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې مناوي،ابويعلي او حافظ عبدالعزيز اخضر هم راوړى دى او سمهودي ويلي،چې په دې اړه  تر دوو سوو ډېر اصحاب کرام نقلونه لري . ابن حجر؛صواعق : ١٣٦ مخ هم په دې خبره منښته کړې ده .

( صواعق المحرقه :٧٥ مه ) وايي : په روايت کې دي،چې په هغه ناروغۍ کې چې رسول الله (ص) يې له امله مړ هم شو؛ له خلکو سره يې لمونځ وکړ او ويې ويل:((خلکو! نږدې دى،چې ساه راڅخه واخلي او زه دا خبره په دې حال؛ځکه درته کوم،چې هېڅ عذر درته پاتې نشي او ټول يې واورئ،چې زه په تاسې کې د خداى کتاب او اهلبيت مې ځايناستي کوم او په تاسې کې يې پرېږدم )) او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او لاس يې ورته جيګ کړ او ويې ويل : (( دا علي له قرآن او قرآن له علي سره دى او هېڅکله به يو له بله بېل نشي،چې د حوض کوثر تر غاړې ما وويني .))

( ثعلبي؛ قصص الانبياء : ١٤ مخ ) وايي : رقاش له حضرت انس بن مالک څخه روايت کړى،چې وايي : رسول اکرم د سهار لمونځ له موږ سره و کړ؛نو همدا چې لمونځ يې پاى ته ورسو؛نو ډلې ته يې مخ کړ او ويې ويل : ((مسلمانانو! څوک چې لمر له لاسه ورکړي؛نو بايد د سپوږمۍ له رڼا ګټه واخلي او که سپوږمۍ هم له لاسه ورکړي؛نو بايد د “زهره” له رڼا ګټه واخلي او که هغه يې هم له لاسه ورکړ؛نو بايد له دوو ستورو؛فرقدين څخه ګټه واخلي. )) خلکو ورته وويل : رسول الله ! له لمر،سپوږمۍ، زهره او فرقدين څخه مو مراد څه دى؟ ويې ويل: ((لمر زه، سپوږمۍ علي، زهره فاطمه او فرقدين حسن او حسين دي او دوى تل د خداى له کتاب سره دي او ترې نه بېلېږي،چې ما د حوض کوثر تر غاړې وويني .))

غزل بابا امیر حمزه خان شینواری وايي :

افسانه ده خداى ويلې دا عالم چې د امکان دى

محمد او اهل بيت يې هم کردار دى هم عنوان

وسيله مې محمد او اهل بيت دي

شته اميد چې عاقبت مې شي محمود

او شاعر وايي :

اهل بيت پسې بهتر وو           صيقل زړونه يې صاف تر وو

پاکـــيزه له روى ريا نه           په ديدار مې مــــــــشرف کړه

شېربچه دواړه پاکان وو          دتقــــــــــــوى دورع کان وو

شيرين بر ستا له بوستانه          په ديدار مـــــــې مشرف کړه  [25]

 

 

 

پېغمبراکرم (ص) په   

علي ،فاطمه ،حسن او حسين مباهله وکړه

 صحيح مسلم د فضايل الصحابه د کتاب د ( من فضايل علي بن ابيطالب ) په باب کې پر خپل سند له عامر بن سعد بن ابي وقاص له خپل پلار روايت کړى،چې ويلي يې دي : معاويه بن ابوسفيان، سعد (رض) ته امر وکړ،چې علي ته کنځل وکړي .سعد (رض) ورته وويل : هر کله مې چې د علي په اړه  د خداى د استازي درې ويناوې  يادې وي؛نو هېڅکله به ورته کنځل و نه کړم او که  په هغو درېو خبرو کې يوه هم زما په اړه  وه؛نو تر هغه څه به راته ښه واى،چې پر ځمکه پرې لمر لګي :1_  په يو جګړه کې  د خداى استازي،علي خپل ځايناستى کړ او جګړې ته يې له ځان سره يو نه وړ ؛ نو علي خپه شو او ګيله يې وکړه، چې ښځو اوماشومانو ته يې پرېږدې  او د جهاد له ثوابه مې بې برخې کوې؛نو د خداى استازي ورته وويل : خوښ يې ،چې مقام دې راته داسې وي؛لکه د هارون،چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته څه نبوت نشته.

2_د خيبر پر ورځ مې واورېدل،چې رسول اکرم (ص) وويل : سبا به د جګړې بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛نو ټول پر تمه ول، چې پېغمبر اکرم به هغوى ښيي؛خو چې سبا شو؛نو وا مې ورېدل،چې علي ته يې غږ کړ او چې علي يې ورته راوست؛ نو سترګې يې خوږېدې؛نو پېغمبر اکرم ورته په سترګو خپلې توکاڼې وموږلې  او د جګړې بېرغ يې ورکړ اوکلا هم د علي په لاس سوبه شوه .

3_ چې کله د ( قل تعالوا ندع ابنائنا و ابنائکم )آيت نازل شو؛نو د خداى استازي علي،فاطمه ،حسن او حسين راوغوښتل او ويې ويل : خدايه ! دوى زما اهلبيت دي .

دا روايت ترمذي؛صحيح :2 ټوک،300 مخ ، احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک،185 مخ ،سيوطي په درالمنثور:کې د آل عمران د سورت د مباهلې تر آيت لاندې  او درېمه جمله يې صحيح ترمذي :2ټوک،166 مخ پر خپل سند له عامر بن عباس بن سعد بن ابي  وقاص له پلار او حاکم ؛مستدرک:3ټوک،150 مخ ( هغه دا حديث د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلې،چې  مسلم او  بخاري يې د حديث د صحت لپاره غواړي )  بيهقي؛سنن :7ټوک،63 مخ او زمخشري په کشاف کې او فخر رازي دواړو د مباهلې تر آيت لاندې  او شبلنجي؛ نورالابصار: 100 مخ  کې  راوړى دى او د شبلنجي عبارت دا دى: (( مفسرينو ويلي دي : رسول اکرم (ص) چې کله دا آيت له نجرانه راغلي مسيحي پلاوي ته ووايه او مباهلې ته يې راوبلل؛نو هغوى ورته وويل : موږ به په خپل کار کې سوچ وکړ او سبا به ځواب درکړو او تر سلا مشورې وروسته خپل مشر ته هم ورغلل،چې څه ورته وايي،هغه ورته وويل : نصاراو ! تاسې ښه پوهېږئ،چې محمد پېغمبر دى او که مباهله مو ورسره وکړه؛نو هلاک به شو ))

 او په يوه بل روايت کې يې ويلي دي : پر خداى هر قوم،چې له کو پېغمبر سره مباهله وکړه ؛نو تر وروستي تنه هلاک شوي دي، که زما منئ،ايمان پرې راوړئ که زما خبره نه منئ او مباهله کوئ ؛ نو لږ تر لږه دا خبره خو مې واورئ،چې ولاړ شئ او له هغه سره خداى پاماني وکړئ او بيا خپلې سيمې ته ستانه شئ . د نجران پلاوى پېغمبر ته ورغلل؛و يې ليدل چې حسين يې په غېږ کې راخستى او حسن يې له لاسه رانيولې او فاطمه په پېغمبر پسې او علي هم په فاطمې پسې را روان دى؛نو د خداى استازي وويل : چې کله ما دعا وکړه ؛ نو تاسې آمين ووياست . چې کله د نجران اسقف دا حالات وليدل؛نو و يې ويل: د نجران نصاراوو ! کومې څېرې،چې وينم که له خدايه وغواړي غر ورته له ځايه را ونه ړوي؛نو خداى به دا کار وکړي؛ نو مباهله و نه کړئ،چې هلاک به شئ او د قيامت تر ورځې پورې به يو نصارا هم پر ځمکه پاتې نشي؛نو نصاراوو له ناکامه وويل : ابا القاسمه ! زموږ خوښه پر دې راغله،چې مباهله و نه کړو او تا پر خپل دين پرېږدو او ته هم موږ پر خپل دين پرېږدې. رسول اکرم (ص) ورته وويل : اوس چې حاضر نه ياست،چې اسلام راوړئ او مباهله وکړئ ؛نو په ګټه او تاوان کې له مسلمانانو سره شريک شئ؛خو نصاراو و نه منله؛ نو رسول اکرم (ص) ورته وويل : بايد جګړې ته چمتو شئ . نصارارو وويل : موږ له عربو سره د جګړې وس نه لرو؛ خو سوله به درسره وکړو او داچې راسره  و نه جنګېږې او و مو نه وېروې  او و مو نه ګواښې او له خپل دينه مو وا نه ړوې؛نو موږ به هر کال دوه  زره توپه ټوټه درکوو،چې زر توپه به يې د صفر په مياشت او نوره به يې د رجب په مياشت کې درکوو ( او په يوه نقل کې راغلي )، 33 زره ،33 نر اوښان ، 34 جنګي اسونه  به درکوو، چې رسول اکرم (ص) يې دا وړانديز ومنه او سوله يې ورسره وکړه  او و يې ويل : پر هغه خداى قسم،چې ژوند مې د هغه په لاس کې دى،چې عذاب  تر نجران پورې رسېدلى و او که سوله يې نه وه کړې؛نو ټول به د بيزو او خوک پر بڼه شوي ول او دښته به ورته سور اور شوې وه او خداى به ان د نجران ونې او چرګان هم له منځه وړي  واى او په کال کې دننه دننه به پر ځمکه ټول نصارا له منځه تللي واى .

زمخشري ددې روايت تر نقلولو وروسته وايي : دا آيت د اهل کساء د فضيلت ښکارندوى دى، چې هېڅ دليل يې قوت ته نه رسي او همداراز د رسول اکرم (ص) د نبوت يو ښکاره دليل دى؛ځکه نه مخالف او نه  موافق داسې کوم روايت نقل کړى،چې د نجران نصاراو مباهله وکړه .

فخر رازي هم ددې روايت تر نقلولو وروسته وايي : دا آيت دلالت کوي،چې حسنين د خداى داستازي زامن دي؛ځکه  کله رسول اکرم (ص) ته دنده ورکړه شوه، چې خپلو زامنو ته په مباهله کې ګډون ورکړي؛نو د خداى استازي هغه دواړه راوړل؛نو فرضېږي،چې ووايو هغه دواړه د رسول اکرم (ص) زامن دي .

بيا وايي : او هغه آيت چې پردې مانا ټينګار کوي، د انعام د سورت دا آيت دى : (وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ _ تردې چې وايي : و زکريا و يحيى ) چې معلومه ده،چې عيسى د مور له پلوه ابراهيم ته منتسب دى؛نه د پلار له لوري؛نو جوتېږي،چې کله د لور زامن هم د انسان خپل اولاد ګڼل کېږي او تر يوې خبرې وروسته وايي : روايت شوى، چې ابا جعفر باقر له حجاج بن يوسف سره پردې آيت استدلال کړى دى .

او همداراز د بقرې د سورت د (وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا) آيت په تفسير کې ليکي: له شعبي نقل شوي دي،چې ويلي يې دي :زه له حجاج سره وم،چې خراساني فقيه  “يحيى بن يغمر” يې پر زنځيرونو تړلى له بلخه  راوست؛ نو ورته يې وويل : تا ويلي،چې حسن او حسين د خداى د استازي زامن دي . و يې ويل : هو !. حجاج وويل : يا بايد د خپلې خبرې لپاره د خداى له کتابه واضح دليل راوړى او يا به دې د بدن يو غړى غوڅوم . يحيى ورته وويل: حجاجه ! د خداى له کتابه به درته داسې ښـکاره دليل راوړم،چې ته هم ورته حيران شې. حجاج يې جرات ډېر زيات حيران کړ،چې په نوم يې ورته غږ وکړ او و يې ويل، چې د ((نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ)) پر آيت استدلال و نه کړې . يحيى : تر دې به هم روښانه دليل راوړم او ويې ويل : (وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ _ تردې چې وايي _ و زکريا و يحيى و عيسى ) چې په دې  آيت کې عيسى د نوح ځوځات ښوول شوې دی ؛نو ته راته ووايه، چې د عيسى پلار څوک و،حجاج د څو شيبو لپاره غلى شو او بيا يې وويل :ته وا دا آيت مې تر اوسه اورېدلى نه و او بيا يې حکم وکړ: زنځير يې له پښو او لاسونو خلاص کړئ او دومره انعام هم ورکړئ .

دا کيسه سيوطي هم په درالمنثورکې د انعام د سورت ((وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ كُلاًّ هَدَيْنَا وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ) په آيت کې له دوو لارو،چې يو يې  ابن ابي  حاتم له ابي  حرب بن اسود او بل يې له ابي  الشيخ ،حاکم ،او بيهقي له عبدالملک بن عميره نه نقل کړې ده .

( تفسير ابن جرير طبري :3ټوک ،212 مخ ) له زيد او بيا په 212 مخ کې له سدى نه او په 213 مخ کې  له علباء بن ،احمر يشکري او بيا په هماعه مخ کې له زيد نه په دې اړه  روايت نقلوي، چې رسول اکرم(ص)،علي ،فاطمه ،حسن او حسين په مباهلې کې ګډون کړى و.

( سيوطي په درالمنثور کې د آل عمران د سورت د مباهلې د آيت په تفسير کې ) وايي : حاکم ( هغه دا حديث صحيح ګڼي) او ابن مردويه او ابو نعيم په دلايل کې له جابر (رض) څخه روايت کړى،چې ويې ويل : عاقب او سيد ،رسول اکرم (ص) ته راغلل ؛نو د خداى استازي دواړه اسلام ته راوبلل، چې دواړو ورته وويل : محمده ! موږ اسلام راوړى دى . د خداى استازي ورته وويل: دروغ وياست او که زړه مو غواړي ؛ نو درته به ووايم، چې ولې اسلام نه راوړئ . ورته يې وويل : ووايه. رسول اکرم (ص) ورته وويل : کومه مينه، چې تاسې له صليب،شرابو او د خوک له غوښې سره لرئ ؛ نو نه مو پرېږدي،چې اسلام راوړئ  او بيا رسول اکرم (ص) ورته د مباهلې بلنه ورکړه او هغوى دواړو هم د سبا وعده ورکړه،چې بله ورځ رسول اکرم (ص) علي ،فاطمه ،حسن او حسين  راوستل او پيغام يې ورولېږه،چې راشئ ؛ خو را نه غلل او د رسول اکرم (ص) پر نبوت يې منښته وکړه . د خداى استازي وويل : قسم پر هغه خداى،چې زه يې استازى رالېږلى يم که منښته يې نه وه کړې؛نو خداى به پرې په دښته کې اور راورلى و .

جابر (رض) وايي : د ((تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا)) آيت په دې  پېښه کې نازل شوى او همداراز وايي : له (أَنفُسَنَا) څخه مراد پېغمبر اکرم (ص) او علي او له (أَبْنَاءنَا) څخه مراد حسنين او له (نِسَاءنَا) څخه مراد فاطمه ده .

( صواعق محرقه :93 مخ )وايي : دار قطني روايت کړى،چې علي د شورى پر ورځ هغه کسانو ته،چې هلته ناست ول،داسې وينا وکړه : پر خداى قسم درکوم، چې په تاسې کې تر ما رسول اکرم (ص) ته نږدې شته ؟ او څوک شته،چې خداى هغه د رسول اکرم  (ص) نفس او زامن يې د رسول اکرم زامن او مېرمن يې د خداى د استازي ښځې ښوولې وي ؛ نو ټولو  منښته وکړه، چې شهد الله ،نه ( د حديث تر پايه )

نورې سرچینې یې دا دي:

مجمع البيان 2/452 ، الكامل في التاريخ 2/23 ، روح البيان 2/44، د امام ثعلبي تفسير 95 مخ ، امام سيوطي ، دارالمنثور 4/38 ، ابن مغازي الشافي ، المناقب 263 مخ ،صحيح مسلم ٧\١٢٠،مسند احمد حنبل ١\١٨٥،تفسير طبري ٣ ټ،مستدرک ٣\١٥٠،معرفة علوم حديث ٥٠مخ،دلايل النبوة ٢٩٧ مخ د حيدرآباد چاپ،اسباب النزول ٧٤ مخ،معالم التنزيل١\٣٠٢،مصابيح السنة ٢\٢٠٤، تذکرة الخواص ١٧ مخ،جامع الاحکام القرآن قرطبي ٣\١٠٤،تفسير بيضاوي ٢\٢٢،ذخاير العقبى ٢٥مخ،تفسير نيشاپوري ٣\٢٠٦، البحر المحيط ٢\٤٧٩، د اسماعيل بن کثير القرشي تفسير ١\٣٧٠،الاصابة ٢\٥٠٣، خلاصة الصواعق ٨٩ باب،ينابيع المودة ٢٩٥-٢٩٩مخونه،احقاق الحق ٣\٥٩، فتح القدير٣١٦ مخ،تفسيير روح المعاني ٣\١٦٧،الجواهر في تفسير القرآن الکريم ١\١٢٧-١٢٦،د کشف الاسرار تفسير ٢\١٤٧-١٥١

پېغمبر اکرم (ص)،حضرت علي، فاطمې، حسن او حسين ته وويل:

أَنَا حَرْبٌ لِمَنْ حَارَبَكُم , وَسِلْمٌ لِمَنْ سَالَمَكُمْ

 (صحيح ترمذي :2ټوک،319 مخ ) له صبيح د ام سلمه له مولا له زيد بن ارقم نه ،(ابن ماجه؛صحيح :14 مخ )، ( حاکم ؛مستدرک الصحيحين :3ټوک،149 مخ ) ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه :5 ټوک،523 مخ)، متقي ؛کنزالعمال:6ټوک،216 مخ  د نقل په توګه له صحيح ابن حيان نه او د 7ټوک په 102 مخ کې له ابن ابي  شيبه، ترمذي، ابن ماجه، ابن حيان ، طبراني، حاکم، ضياء مقدسي او همداراز محب طبري؛ذخاير: 25 مخ کې له ابو حاتم څخه او امام احمد حنبل ؛مسند:2ټوک،442 مخ کې پر خپل سند له ابوهريره او حاکم؛مستدرک: 149 مخ ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى )او خطيب بغدادي ؛د بغداد تاريخ: 7ټوک، 136 مخ، سير أعلام النبلاء للذهبي ۲/ ۱۲۲، ۳/ ۲۵۷، مجمع الزوائد هيثمي ۹/ ۱۶۹   ، ابو نعیم اصفهاني ،الضعفاء ۶۸ مخ ،ذهبي میزان اعتدال ۲/ ۳۰۷ ، کې ټولو د خداى له استازي روايت کړى: ((  علي ،فاطمه ،حسن او حسين ته يې وويل : زه په جګړه کې يم له هغوى سره، چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي .))

( اسدالغابه:3ټوک،11 مخ ) پر خپل سند له صبيح د ام سلمه مولا  روايت کړى،چې ويلي يې دي: (( د رسول اکرم د کور د وره ترڅنګه ولاړ وم،چې علي ،فاطمه او حسنين د رسول اکرم (ص) کور ته ننووتل او په يو ځاى کې کېناستل؛نو پېغمبراکرم(ص) ورغى او ورته يې وويل :پاڅېږئ او بيا يې پرې خيبري څادر واچاوه او ورته يې وويل : (( زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي.))

دا روايت هيثمي؛مجمع :9ټوک،169 مخ کې هم راړى او د طبراني د اوسط کتاب ته يې نسبت ورکړى دى .

(رياض النضره :2ټوک،199 مخ) وايي : له حضرت ابي بکر څخه روايت شوى، چې ويلي يې دي: پېغمبراکرم (ص)  مې په داسې حال کې  وليد، چې يوې عربي ليندۍ ته يې تکيه وهلې وه ( حکم يې وکړ، چې کېږدۍ ووهئ ) کېږدۍ يې ووهله او علي،فاطمه ،حسن او حسين يې کېږدۍ ته دننه کړل او بيا يې وويل : مسلمانانو ! زه به له هغوى سره په سوله کې يم، چې په دې  کېږدۍ کې له ناستو سره په سوله کې وي او له هغوى سره به په جګره کې يم،چې په کېږدۍ کې له ناستو سره په جګړه کې وي او د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن يم  او يوازې هغوى ورسره مينه کوي، چې سعيد الجدا (؛يعنې کړنې يې خداى منلي وي ) وي او د زوکړې بستره يې پاکه وي (؛يعنې حرامي نه وي) او يوازې هغوى به يې دښمنان وي،چې شقي الجد وي (؛ يعنې يوه کړنه يې هم خداى نه وي قبوله کړې )او زوکړه يې د ناپاکه بسترې وي .))

( ذخاير العقبى؛23 مخ) وايي : او له هغې _؛يعنې ام سلمه  _ روايت شوى،چې و يې ويل : (( پېغمبر اکرم له ما کره و ، سر يې په ګرېوان کې و، چې فاطمه له پخې شوې حريرې سره راغله او حسن او حسين يې هم له ځان سره راوړي ول؛ نو د خداى استازى وويل : مېړه دې چېرته دى ؟ ولاړه شه او رايې وړله . فاطمه ولاړه او علي يې راوست؛ټولو حريره وخوړه  بيا رسول اکرم يو څادر راواخست او هغوى يې پکې راونغاړل او د څادر څنډې يې پر کيڼ لاس ونيوې او ښى لاس يې اسمان ته پورته کړ او ويې ويل : خدايه! دا زما اهلبيت دي، زما خپلوان او ځانګړي دي؛نو  خدايه ! چټلي پليدي ترې لرې کړه او هاغسې،چې ته په خپله پوهېږې پاک يې کړه او  زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې ورسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره،چې ورسره په سوله کې وي .))

د ذخاير خاوند بيا وايي : د ا روايت قبابي په معجم کې هم راوړى دى .

(سيوطي په درالمنثور کې ) د احزاب د سورت د تطهير په آيت کې وايي (ابن مردويه له حضرت ابي  سعيد خدري روايت کړى،چې ويلي يې دي: وروسته له دې،چې علي له فاطمې سره واده وکړ؛نو د خداى استازى به د څلويښت ورځو لپاره د هغوى کور ته ورتله او ورته يې ويل : ((السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛ د خداى لمونځ رحمت دى ؛ انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا ) زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره،چې درسره په سوله کې وي .

 نورې سرچینې وګورﺉ:

عقيلي، ضعفاء (۳۲۲ هـ) ۱ /۱۷۱

ابن حبان، المجروحين (۳۵۴ هـ) ۱ /۲۰۴

عبد الله بن عدي ، الكامل (۳۶۵ هـ) ۲ /۸۶

لمزي ، تهذيب الكمال (۷۴۲ هـ) ۴ /۳۲۰

ذهبي، سیره اعلام النبلاء ۲/ ۱۲۲، ۳/ ۲۵۷، ۱۰/ ۴۳۲.

ذهبي ، میزان اعتدال ۱/  ۱۷۵

ابن عساکر، تاریخ دمشق ۱۳/ ۲۱۸، ۱۴/ ۱۴۳، ۱۴/ ۱۵۷،

 

څوک چې له رسول اکرم، علي،  فاطمې، حسن او حسين سره مينه کوي ؛ نو د خداى له استازي سره به يې يوه درجه وي

(صحيح ترمذي :2ټوک:301 مخ ) پر خپل سند له حضرت علي روايت کړى دى، چې رسول اکرم  د حسن او حسين لاس نيولى و او خلکو ته يې وويل : (( څوک چې له دې دوو او ددې دوو له مور و پلار سره مينه وکړي؛نو د قيامت پر ورځ به  له ما سره او زما پر درجه وي.))

دا روايت عبد الله د احمد بن حنبل زوى د خپل پلار د مسند په زياتونو کې (لومړى ټوک ؛77 مخ ) ،خطيب بغدادي ؛تاريخ:3ټوک،287 مخ ، ابن حجر عسقلاني؛ تهذيب التذيب :10 ټوک،430 مخ  کې نقل کړى دى او عسقلاني ددې روايت تر نقلولو وروسته ويلي دي : ابوعلي بن صواف له عبد الله بن احمد نه نقل کړي، چې و يې ويل : چې کله دا روايت نصر بن علي حديث کړ؛نو متوکل حکم وکړ، چې هغه  1000 کوړې ووهئ ؛جعفر بن عبدالواحد يې واسطه شو او متوکل ته يې وويل :هغه شيعه نه دى؛بلکې سني دى او دا خبره يې دومره تکرار کړه،چې متوکل له خپل هوډه لاس واخست .

دا روايت  متقي؛کنزالعمال :6ټوک،217 مخ او د 7ټوک په 102 مخ کې وايي :دا روايت طبراني له حضرت علي روايت کړى دى او بيا يې په 7ټوک کې ويلي : ترمذي،عبدالله بن احمد بن حنبل د خپل پلار د مسند په زياتونو کې،نظام الملک په امالي کې ،ابن النجار  او سعيد بن منصور هم روايت نقل کړى دى؛خو کنزالعمال په دې عبارت راوړى دى : چاچې له دوى سره مينه وکړه؛نو له ماسره به يې مينه کړې وي او چاچې له دوى سره دښمني وکړه ؛نو راسره به يې دښمني کړې وي او په  اخر کې يې ويلي : دا حديث ابن عساکر له زيد بن ارقم څخه هم نقل کړى دى .

 

د هل اتى سورت د حضرت علي ،فاطمه ،حسن او حسين په اړه  نازل شوى دى

( اسد الغابه : 5ټوک،530 مخ ) پر خپل سند د فضه نوبيه د حالاتو په شرح کې له مجاهد او حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چى د : [يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا. وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا(انسان/۷، ۸) په تفسير کې يې ويلي دي: حسن او حسين ناروغ شول؛نو پېغمبر اکرم (ص) يې پوښتنې ته راغى او بيا نور هم پوښتنې ته راغلل،رسول اکرم (ص) حضرت  علي ته يې وويل : ابالحسنه ! څومره به ښه شي، چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې . حضرت علي ورته وويل :که خداى دا دواړه روغ کړل؛نو د خداى لپاره به درې ورځې روژه ونيسم او دا خبره بي بي فاطمې هم واورېده ؛ نو هغې هم همدا نذر وکړ. د فضه په نامه يې يوه وينځه درلوده، چې د نوبه (افريقا ) وه ؛نو هغې هم وويل : که خداى مې دې دوو بادارانو ته شفا ورکړه؛نو زه به هم روژه ونيسم . حسن او حسين روغ شول، حال داچې  له “آل محمد” کره هېڅ  څه هم نه وو؛ نو علي خيبري شمعون ته ورغى او درې منه د روټې اوړه  يې ترې کور ته  راوړل  او له زهرا بي بي سره يې کېښوول چې بي بي زهرا ترې يو من واغږل او پاخه يې کړل؛نو بيا چې علي کور ته راغى؛نو فاطمې بي بي هغه له علي سره کېښوول، چې په همدې مهال يو مسکين يې د وره مخې ته ودرېد او ويې ويل : سلام دې د محمد پر اهلبيتو وي ! مسکين مسلمان يم ؛ خواړه راکړئ ،خداى دې تاسې ته له جنتي دستر خوانه خواړه درکړي .

علي چې واورېدل؛ نو ويې  ويل :  خواړه مسکين ته ورکړئ ؛ نو “آل محمد” پر هغه ورځ او شپه وږي  پاتې شول او د روژه ماتي لپاره يې بې له اوبو هېڅ څه نه درلودل،چې بله ورځ شوه؛نو بي بي زهرا له هغه اوړو يو من نور واغږل او پاخه يې کړل. حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ او چې کور ته راغى او خواړه يې ورته مخې ته کېښوول؛نو د وره له خولې غږ راغى : سلام دې پر تاسې وي د محمد اهلبيتو ! زه د مهاجرينو د شهيد پلار مړى يم ؛پلار مې شهيد شوى ؛ څه خواړه راکړئ . آل محمد پر هغه ورځ خپل خواړه پلارمړي ته ورکړل او په خپله يې پر اوبو روژه ماتى وکړ . پر درېمه ورځ بي بي زهرا يو من اوړه واغږل او پاخه يې کړل .علي چې د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ ؛ نو کور ته راغى .بي بي زهرا ورته خواړه مخې ته کېښوول، چې په همدې وخت کې يو اسير راغى او و يې ويل : سلام دې پر تاسې وي نبوي کورنۍ ! موږ اسيرانوئ او خواړه هم نه راکوئ . پر هغه ورځ نبوي کورنۍ خپل خواړه اسير ته ورکړل او په پايله کې پرله پسې درې ورځى وږي پاتې شول او بې له اوبو يې هېڅ څه هم و نه خوړل، چې دا مهال پېغمبراکرم (ص) ورته راغى او د هغوى لوږه يې وليده او له کيسې خبر شو او پر هماغه مهال پر رسول اکرم د ا آيت نازل شو: [هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا ( انسان/۱) ] _ تردې چې وايي _لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا).

دا روايت ابوموسى نقل کړى او زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د [وَجَزَاهُم بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا(انسان/۱۲)] آيت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي،چې واحدي هم دا روايت نقل کړى او همداراز فخر رازي هم دا آيت ددې سورت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي : واحدي، چې زموږ له اصحابو ځنې  دى، د سبط په کتاب کې يې ويلي : دا سورت د علي په باب نازل شوى او بيا زياتوي، چې د کشاف خاوند،چې په خپله معتزلي دى،دا روايت يې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

(واحدي ؛اسباب النزول:331 مخ ) د : ((وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا ( انسان/۸) )) آيت د شان نزول په اړه  ويلي : عطاء له حضرت ابن عباس څخه روايت نقل کړى،چى هغه مهال، چې حضرت علي د کجورو يو بڼ ته د اوبو  ورکولو  ټېکه واخسته،چې ورته به په بدل کې يې د روټې اوړه ورکول کېږي؛نو کله يې چې د روټې اوړه کور ته راوړل او د حريره په نامه خواړه يې پاخه کړل؛نو همدا چې حريره پخه شوه؛ نو يو مسکين د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ . سبا يې بيا اوړه پاخه کړل،چې پاخه شول؛ نو يو پلار مړى يې د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ،چې د نن ورځې دا خواړه يې پلار مړى ته ورکړل او بله ورځ هم،چې کله خواړه پاخه شول؛ نو اسير ته يې ورکړل او نبوي کورنۍ درې ورځې وږې پاتې شوه،چې بيايې دا آيت په اړه  راغى .

مولف: دا روايت محب طبري؛رياض النضره :2ټوک،227 مخ او په خپل بل کتاب کې ؛يعنې د ذخاير په 102 مخ کې ،سيوطي په درالمنثور کې د (وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ) د آيت تر تفسير لاندې ،ابن مردويه او شبلنجي؛ نورالابصار: 102 مخ د شيخ اکبر له مسامرات نه دا راويت نقل کړى دى او په مسامرات کې راغلي : حسن او حسين،چې ناروغه شول؛ نو پېغمبر اکرم (ص) يې پوښتنې ته ورغى او علي ته يې وويل : اباالحسنه ! څومره به ښه شي،چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې،علي وويل: زه به يې د روغتيا لپاره درې روژې  ونيسم . بي بي زهرا وويل : زه به هم درې روژې ونيسم . زامنو يې وويل : موږ به هم روژه شو او وينځې يې هم وويل : زه به هم درې ورځې روژه شم  او ماشومان،چې خداى روغ کړل؛ نو سبا ته ټول روژه شول او ددې لپاره، چې د روژه ماتي لپاره يې څه نه درلودل؛ نو حضرت علي له خپل يهودي ګاونډي کره ولاړ او وړۍ يې ترې راوړې،چې و يې ورېشي او د هغه پر وړاندې ترې درې منه د روټې اوړه واخلي،چې فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل،چې د هر کس يوه روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو  يو مسکين يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو!  سلام دې پر تاسې وي، مسکين مسلمان يم؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم  راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . علي په لاس کې کپ کېښود  او ويې ويل :

فاطم ذات المـــــجدواليــــــقينى                 يا بنت خېر الناس اجمعينې

اما ترې ذا البــــائس المـــــسکينى                   جاء الى الباب له حنينى

کل امراء بکسبه رهينى

فاطمې ! د مجد او يقين خاوندې ! په خلکو کې د تر ټولو غوره انسان لورې ! نه وينې چې دا مسکين مو دکور وره ته راغلى، زړه سوځونکى غږ لري او داسې نه ده، چې هر څوک په خپلو کړنو کې راښکېل دى .

بي بي فاطمې هم ورته وويل :

امرک سمع يا ابن عم و طاعة      مالى من لوم ولا ضراعة

باللب قد غذيت بالبراعة            ارجوا اذا انفقت من مجاعه

ان الحق الابرار و الجماعة           و اد خل الجنة بالشفاعة

د تره زويه ! حکم دې پر سر سترګو او هېڅ ګيله نه لرم  او هيلمنه يم، چې د يو وږي د مړولو په بدله کې له ابرار سره يو ځاى شم او پر شفاعت يې جنت ته ورننوځم.

وايي : بيا فاطمې دستر خوان ته لاس کړ او څه چې پکې ول، ټول يې مسکين ته ورکړل او په خپله وږي ويده شول . د هغې ورځ پر سبا يې هم د روژې نيت وکړ، حال داچې په روژه ماتي او پيشنمي کې يې بې له اوبو هېڅ څه نه  درلودل. فاطمې داوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يو روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو يو پلار مړى  يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، پلار مړى يم او د مسلمانانو پلار مړى هم يم؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . حضرت علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :

فاطم بنت اسيد الکريم          قد جائنا الله بذا الیتمى

من يطلب اليوم رضا الرحيمى          موعده فى جنه النعيمى

د کريم سيد لورې ! خداى دا پلار مړى را استولى؛نو نن چې څوک د لورين څښتن خوښي وغواړي؛نو موعد به يې سبا  له نعمتونو په  ډک جنت کې وي .

بي بي زهرا ځواب ورکړ :

فسوف اعطيه و ال ابالى         و اوثر الله على عيالى

امسوا جياعاً و هم امثالى      اصغر هم يقتل فى القتال ى

ژر به مې خپل او د زامنو خواړه پلار مړي ته ورکړم او هېڅ باک هم نه لرم او خپل خداى به له خپلو هغو زامنو مخکې کړم، چې له پرونه تر اوسه پورې وږي دي؛هغه زامن چې وړوکى (حسين ) به يې د خداى په لار کې وژل کېږي .

او هغه مهال څه چې په دسترخوان کې ول، پلار مړي ته يې ورکړل  او پر هغه شپه هم وږي ويده شول او بې له اوبو يې هېڅ هم و نه خوړل ؛ نو سبا فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يوه روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛ نو چې خواړه يې مخې ته ورته کېښوول او همدا چې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو  يو اسير  يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، اسير يم، اسير يې کړم؛خو خواړه يې را نه کړل؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم  راکړئ، خداى دې جنتي خواړه درکړي . حضرت علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :

فاطمـــــــــــــــة ابنــه النبى احمــد  بنت نبـــــى سيـــــد مـــــــــسود

هذا اسير جاء ليـــس يهـــــتدى   مکبـــــــــل فــــى قيده المقيد

شکى الينا الجوع و التشدد      من يطعم اليوم يجده فى غد

عند العلى الواحد الموحد        ما يزرع الزارع يوماً يحصد

فاطمې د احمد نبي لورې ! د هغه پېغمبر لورې،چې په خپله ستر دى او بشر يې ستر کړى دى،داچې ګورئ د کور وره ته دې ولاړ دى؛هغه اسير دى چې له دې ځايه بل ځاى  نه لري او اوس يې زولنۍ په لاس کې دي او له  لوږې  تنګ شوى او موږ ته يې ګيله راوړې او نن که چا ورته خواړه ورکړل؛نو سبا به هغه خواړه ومومي. هو ! هغه به د علي له واحد خداى سره ومومي او هر څوک هر څه چې نن وکري سبا به هماغه رېبي .

بي بي زهرا ورته وويل:

کور ته چې راغلي ول، يوازې يو من پاتې دى او زما لاسونه پر مېچنه ستړي شوي دي او پر خداى قسم، چې درې ورځې دي،چې زامن مې وږي دي. پالونکيه ! هغوى هلاک مه کړې او هغه څه چې په دستر خوان کې ول، اسير ته يې ورکړل او سبا يې د روژې نيت و نه کړ؛خو د نن د روژه ماتي لپاره يې هم څه نه درلودل؛نو حضرت علي، حسن او حسين رسول اکرم (ص) ته ورغلل او دواړه ماشومان د چورګوړو په څېر له لوږې رپېدل .رسول اکرم (ص) چې وليدل ؛ نو ويې ويل : حال مو ډېر خپه کوونکى دى ،پاسئ چې لور ته مې ورشو او بيا له بي بي فاطمې کره راغلل ؛نو ويې ليدل چې په خپل محراب کې پر عبادت بوخته ده او له ډېرې لوږې يې ګېډه په ملا پورې نښتې ده او سترګې يې ننووتې دي؛نو همداچې رسول اکرم (ص) وليده؛نو په غېږ کې يې راونيوه او ويې ويل : وا  غوثاه ! بيا جبراييل راغى او ويې ويل : محمده ! خداى د اهلبيتو د مېلسمتيا په اړه  آيت را لېږلى دى : (وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا _ وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًا).

د مودت آيت د پېغمبر اکرم (ص) د خپلوانو؛  حضرت علي، فاطمې بي بي، امام حسن او امام حسېن په اړه  نازل شوى دى

په دې  اړه  ډېر زيات احاديث دي، چې موږ يې يو څو ته لنډه اشاره کوو:

(تفسير ابن جرير طبري ؛25 ټوک،16 مخ ) پر خپل سند له سعيد بن جبير (رض) نه او محب طبري په ذخاير کې له ابن سري نه او بيا طبري د 25ټوک په 17 مخ کې له ابي  اسحاق له عمرو بن شعيب (رض) نه او حلية الاولياء؛3ټوک،201 مخ پر خپل سند له جابر (رض) څخه روايت کړى، ې د : ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)) آيت د خداى د استازي د خپلوانو په اړه  نازل شوى دى او د وروستي روايت مضمون داسې دى، چې يو کليوال سړى رسول اکرم (ص) ته راغى او ويې ويل : محمده ! اسلام  راوښيه.رسول اکرم (ص) ورته وويل : اسلام دادى، چې لېينه- شهادت ورکړې،چې ( لا اله الا الله وحده لا شريک له و ان محمداً عبده و رسوله ) اعرابي ورته وويل : پردې مانا به له ما مزدورې هم غواړې؟رسول اکرم (ص) ورته وويل : د خپلوانو له مينې پرته هېڅ نه غواړم.اعرابي وپوښتل : ستا خپلوان که زما خپلوان؟ د خداى استازي(ص) وويل :زما خپلوان. سړي ورسره ومنله  او ورته يې وويل : لاس دې راکړه،چې ددې خبرې لپاره درسره بيعت وکړم او  د خداى لعنت دې پر هغه وي،چې له تا او خپلوانو سره دې مينه نه کوي . د خداى استازي(ص) وويل : امين .

سيوطي په درالمنثور کې تر ويينې لاندې  تر آيت لاندې  (سوره شورى) له عبد بن حميد او ابن منذر له مجاهد نه او همداراز له ابن مردويه نه د ابن المبارک له لارې له حضرت ابن عباس څخه او همداراز ابونعيم او ديلمي له مجاهد له حضرت ابن عباس څخه او همداراز سعيد بن منصور له سعيد بن جبير نه روايت راوړى،چې ټولو ويلي دي، چې مراد ترې د خداى د استازي خپلوان دي .

(مستدرک الصحيحين :3ټوک:172 مخ ) پر خپل سند له علي بن الحسين نه روايت کړى، چې و يې ويل : حسن بن علي د خپل تره تر شهادت وروسته خلکو ته وينا وکړه او د خداى تر ستاينې وروسته يې وويل: خلکو ! څوک چې ما پېژني؛نو پېژنې مې،که څوک مې نه پېژني؛ نو زه حسن د علي زوى او د پېغمبر زوى يم،زه د خداى د استازي د وصي زوى يم،زه د بشير او د نذير زوى يم او د خداى په لور د رابلونکي زوى يم،زه د بلې ډيوې زوى يم او زه  له  هغو اهلبيتو ځنې يم،چې جبراييل به ورته راته او له کوره به يې اسمان ته تله او زه له هغه اهلبيتو ځنې يم،چې خداى له هر ډول پليدۍ پاک کړي دي او هغسې،چې په خپله پوهېده،پاک کړي يې دي او زه له هغو اهلبيتو ځنې يم چې خداى يې مينه پر هر مسلمان فرض کړې ده او ويلي يې دي : (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى) او همداراز يې وويل : (وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا) او څوک چې څه نېکي وکړي؛نو موږ يې نېکي او د نېکۍ ښکلا ورډېروو او د نېکۍ اقتراف هماغه زموږ د اهلبيتو مينه ده .

ليکوال: دا روايت محب طبري؛ذخاير :138 مخ هم له زيد بن حسن نه نقل کړى دى او دولابي  ته يې نسبت ورکړى دى او هيثمي؛مجمع:9ټوک،146 مخ کې هم راوړى او ابي الطفيل ، طبراني،ابويعلي ،بزاز او احمد ته يې نسبت ورکړى دى او همداراز دا روايت ابن حجر؛صواعق:101 مخ کې نقل کړى او هغه يې بزاز او طبراني ته نسبت ورکړى دى .

(اسدالغابه:5ټوک:367مخ ) له حکيم بن جبير له حبيب بن ابي  ثابت نه روايت کړى،چې د خپل ټبر له يوې ډلې سپين ږيرو سره ناست وم،چې له مخې مو علي بن الحسين تېر شو او دا هغه وخت و، چې د هغه او د يوې ډلې قريشو ترمنځ د يوې ښځې پر سر شخړه وه،چې له هغه نه يې اخستى وه او له هغه سره نږدې توب يې ښه نه راته؛نو د انصارو سپين ږيرو وويل: پرون تاسې موږ د هغه شخړې په باب چې له پلانۍ کورنۍ سره مو درلوده راغوښتي وو؛خو موږ ستاسې په چار کې هېڅ ډول لاسوهنه نه شو کړاى او هېڅ خبره هم پکې نه شو کړاى؛ځکه زموږ سپين ږيرو موږ ته حديث کړى، چې د خداى استازي ته ورغلو او ورته مو وويل : محمده ! اجازه راکړه ددې ټولو نعمتونو له امله، چې خداى ستا له امله موږ ته راکړي او دا دومره فضيلتونه او کرامتونه يې موږ ته راکړي،تا ته له خپلو مالونو څخه يو څه درکړو، چې د هغوى په ځواب کې د ( قل لا اسئالکم) آيت راغى او ليکونکي په اخر کې دا حديث ابن منذر ته نسبت ورکړى دى.

( ذخاير العقبى ؛25 مخ) د ملا له سيرة نه نقل کړي، چې رسول اکرم (ص) وويل : هغه اجر،چې تاسې يې بايد راکړئ، خداى دا ټاکلې، چې زما له اهلبيتو سره مينه وکړئ  او زه به دا د قيامت پر ورځ درنه غواړم .

(صواعق المحرقه ؛102 مخ)  له ثعلبي او بغوي له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې و يې ويل: همدا چې د  (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى) آيت نازل شو؛نو ځينو په زړونو کې وويل : بې له دې بل هېڅ مراد  نه لري،چې تر ځان وروسته موږ له خپلو اهلبيتو سره مينې ته اړ کړي؛نو ځکه تر دې آيت وروسته د : (أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا؛يعنې لکه چې وايي چې محمد په دې سپارښتنه کې پر خداى دروغ تړلي دي) آيت راغى؛نو ځينو وويل : موږ ستا هغه سپارښتنه تصديق کړه، چې د خداى له لوري ده او تا پر خداى دروغ نه دي تړلي؛نو بيا دا : (وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ؛يعنې هغه خداى دى چې د بندګانو توبه  قبلوي) آيت راغى .

( صواعق محرقه :101 مخ) له  ابو الشيخ او نورو نقل کړي،چې حضرت علي وويل :يوازې هغوى به زموږ مودت رعايتوي، چې پر خداى ايمان لري او بيا يې د : (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ) آيت ولوست .

دا روايت : متقي هندي؛کنزالعمال :لومړى ټوک،218 مخ هم نقل کړى دى .

( تفسير ابن جرير طبري :25 ټوک:16 مخ ) پر خپل سند له ابي  الديلم نه روايت کړى،چې و يې ويل : چې کله يې علي بن الحسين اسير راوړ او په دمشق کې يې ځاى پر ځاى کړ؛نو يو سړى پاڅېد او و يې ويل : ستاينه د هغه خداى ده،چې تاسې يې ووژلئ ؛ نو علي بن الحسين وپوښته: قرآن دې لوستى دى؟ ويې ويل : هو ! علي بن الحسين ورته وويل : آيا “آل حم” دى نه دى لوستى ؟ و يې ويل : قرآن مې لوستى؛خو” آل حم” مې نه دى لوستى . علي بن الحسين وويل : نه دې دي لوستي چې : (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)؟ ويې پوښتل : مګر تاسې،تاسې،تاسې هغه( خپلوان ) ياست ؟ ويې ويل : هو موږ د خداى د استازي خپلوان يو .

اما د خداى د استازي خپلوان څوک دي ؟ داسې روايتونه او خبرې شته، چې  د تېرو  خبرو پخلى کوي،چې له هغې ځنې يو هم زمخشري دى، چې د کشاف په تفسير کې د شورى د سورت د پورتني آيت تر تفسير لاندې  ليکي : روايت شوى، چې کله  د مودت آيت راغى ؛نو خلکو رسول اکرم (ص) وپوښت : د خداى استازيه ! خپلوان دې څوک دي،چې مودت يې پر موږ واجب شوى دى ؟ ويې ويل : علي، فاطمه او دوه زامن يې .

( فخر رازي په کبير تفسير کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې  له زمخشري د پورته روايت تر نقلولو وروسته وايي : نو جوت شول،چې دا څلور کسان د خداى د استازي خپلوان دي او چې کله دا جوت شول ؛نو واجبېږي……………….

(سيوطي په در المنثور کې ) د پورتني آيت په تفسير کې له ابن منذر ، ابن ابي  حاتم ،طبراني،ابن مردويه د سعيد بن جبير له لارې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې کله دا آيت راغى؛نو خلکو د خداى استازى وپوښت: خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې راباندې واجب شوې ده ؟ رسول اکرم (ص) وويل : علي ،فاطمه ،حسن او حسين او دواړو اولاده يې .

همدا مضمون  ذخاير العقبى ؛25 مخ ،محب طبري د احمد له مناقب نه،هيثمي ؛مجمع:7ټوک، 103 مخ او همداراز د نهم ټوک په 168 مخ کې ، ابن حجر ؛صواعق :101 مخ له  احمد ،طبراني، ابن ابي  حاتم او حاکم ټولو له حضرت ابن عباس څخه او شيخ شبلنجي؛نورالابصار: 101 مخ له تفسير بغوي نقل کړى دى .

 

 

(( کتاب الله وعترتى اهل بيتى))

او د  (( کتاب الله وسنتى )) ترمنځ تړاو

 

په اسلامي سرچینو کې هم د ((کتاب الله )) او هم د ((سنتي )) عبارت راغلی : (( ياايهاالناس انى قدترکت فيکم ان اعتصمتم به فلن  تضلوا ابدا کتاب الله وسنة نبيه= خلکو !ما تاسې  ته دوه څيزونه پرېښي دي،که منګولې پرې ولګوئ؛نو هېڅکله به بې لارې نشئ: کتاب الله او نبوي سنت .[26]))

نو ايا دا حديث د (( کتاب الله )) او(( عترتي)) ، (( اهل بيتي )) له حديث سره مخالف دى؟ ددې دواړو احاديثو تړاو څه دى؟ ايا يو د بل تفسير دي ؟ که  يوله بل سره په ټکر کې؟

اردنی عالم شيخ حسن بن علي السعاف[27] د سند له اړخه دواړه احاديث سپړلي،چې په دې باب همدا څېړنه ولولئ؛خو د متن له پلوه تونسي عالم دکترسيد محمد سماوي په (فسئلو اله الذکر= از اګاهان بپرسيد فارسي ژباړه) کتاب کې  د دواړو احاديثو په تړاو ویېنه کړى،چې لولو يې :

 ((دا دواړه احاديث يوله بل سره په ټکر کې نه دي؛ځکه ((کتاب الله)) او ((نبوي سنت )) معلم،مبين ، بيانوونکي ،مفسر او توضيح کوونکي ته اړتیا لري او پېغمبراکرم(ص) راته سپارښتنه کوي،چې زما اهل بيت د قرآن او سنتو مفسرين دي او ټول مسلمانان يوه خوله دي،چې دوى په علم او عمل کې پر نورو ړومبي دي )) .

د ترکيې د علمي اسلامي څېړنو مرکز( وقف دراسات العلوم الاسلاميه ) په ١٣٧١ کال سلواغي( ٢٤- ٢٦ ) کې د((شيعه وو تېر او اوسني عقايد)) تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړى و او د ترکيې، ايران، پاکستان ، عربستان ،اردن او سوريې عالمانو په کې ګډون کړى و،چې شيخ جعفر سبحاني د اماميه شعيه وو مشهور عالم هم د کنفرانس غړی و او وپوښتل شو،چې : (( اماميه شعيه هغه احاديث،چې له سترو اصحابانو را رسېدلي وي، په کوم ارزښت ورته نه قايلېږي )) ددې  پوښتنې په ځواب کې وايي: (( موږ ته د دين مرجع له ((عترت )) پرته هغه شمېر اصحاب (رضى الله عنهم) هم دي ،چې عدالت ،تقوى او پر لار سم تګ يې ثابت دى.د دوى روايات راته حجت دي او ان د هغو شمېر اصحابانو،چې روحي شرايط يې راته په ډاګه نه دي،که روايت ترې نقل شي ؛نو ناليدلى (ناګڼلى ) يې  نه نيسو او د قرينه، شاهد اوتاييد په توګه ترې کاراخلو )).

نو اوس که د سبحاني دا څرګندونې او هم د تونسي عالم تشريح په پام  کې ونيسو؛نو راڅرګندېږي،چې دا احاديث  يو له بل سره په ټکر کې نه دي او نه  يو د بل ضد دي او د شيخ سبحاني خبره مې ځکه  دلته راوړه،چې ځان د ثقلينو د حديث لاروى بولي؛نو دا به ډېره ښه وي،چې د دغسې عالمانو ويناوې د احاديثو له يو بل سره د تړاو څرګندونکي وي .

بلخوا که موږ د لبنان ،عراق او پخواني هند د ثقلينو د حديث لاروي عالمانو ليکنې او آثار لولو؛نو دوى د اهل سنتو پر کتابونو استدلال کوي ،د اهل سنتو مصادر يې د خپلو څېړنو محور ګرځولى دى؛نو له دې ځايه پوهېداى شو،چې تربحث لاندې په موضوع کې ،چې  هغوى د اهل سنتو روايات راولي،دواړه لارې يوه خوله دي،چې دا مساله د (( اسلامي مذاهبو د پيوستون)) او((منصفانه قضاوت)) لپاره غوره ګام دى،دغسې که د اهل سنتو څېړونکي د موضوع د څېړنې لپاره د هغوى مصادرو ته مراجعه  وکړي او استدلال هم؛نو شيدې خو د خداى  نعمت دي اوکه غوړي پرې واچوي ((نعمت الله )) به شي .او پاتې شوه اختلافي ټکي او يا له يوې موضوع نه بېلابيل تفسيرونه؛نو که د ټولو ((اسلامي مذاهبو د پيستون نړيواله ټولنه)) په مکه مکرمه يا مدينه منوره کې جوړه شي،چې د اسلامي نړۍ عالمان ،تاريخپوهان ، حديثپوهان،ټولنپوهان،حقوقپوهان او ارواپوهان پکې ګډون وکړي او په پرله پسې توګه علمي څېړنو ته دوام ورکړي او بيا وروسته،چې  ټولې لوري د اختلافاتو هواري ته ورسېدې؛نو مسلمينو ته دې يې د نړيوالو تلويزيوني شبکو ،راديو ،مطبوعاتو او د جوماتونو د منبرونو له لارې اعلان کړي  او ټول دې پرېکړه وکړي ،چې تر دې وروسته موږ مسلمانان په ټولو اختلافي مسايلو کې يوه خوله  شوو او په بېلابېلو نومونو راکې جوړې شوې کرښې تاريخ ته سپارل شوي او بس.

خوشال بابا وایي :

          سرحلقه داولــــــــــــياوو هغه شماره

          چې شيطان يې بند کړى په قفس دى [28]

                                           

 اوس چې د روایاتو په رڼا کې پوه شو،چې د رسول الله (ص) اهلبیت څوک دي؛نو تر شوني بریده مو هڅه ده،چې په نبوي سپېڅلیو ویناوو کې د هر یوه ځانګړنې راوړو او په دې لړ کې مو لومړی د حضرت علي کرم الله وجهه ځانګړنې راوړي :

       

دزړۀ زنګ په بل صيقل نه لرې کيږي

په دوستۍ يي د علي ده مصــــــــــقلي[29]

د حضرت علي دوستي هغه حسنه ده،چې سيئات سوځوي

( کنوزالحقايق :٦٢ مخ ) حضرت ديلمي د خداى له نبي روايتوي، چې وايي : (( د علي مينه هغه حسنه ده،چې درلودل يې يوه ګناه هم تاوان نه دررسوي . ))

( کنوزالحقايق : ٦٢ او ٦٣ مخونه ) بيا له ديلمي روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وايي :د علي دوستي ګناهونه سوځوي؛لکه څنګه چې اور خس سوځوي . ))

( رياض النضره :دويم ټوک،٣١٥ مخ ) ، ( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٨ مخ ) ، (د بغداد تاريخ : څلورم ټوک،١٩٤ مخ او درېم ټوک،١٦١ مخ ) په دې اړه  روايتونه راوړي،چې په وروستي کې يې راغلي : د خداى استازی وپوښتل شو : آيا له پل صراط او اور له تېرېدو لپاره جواز _ پل _ شته ؟ و يې ويل :  (( د علي بن ابيطالب دوستي او مينه . ))

(صحيح ترمذي :2ټوک:301 مخ ) پر خپل سند له حضرت علي روايت کړى دى، چې رسول اکرم  د حسن او حسين لاس نيولى و او خلکو ته يې وويل : (( څوک چې له دې دوو او ددې دوو له مور و پلار سره مينه وکړي؛نو د قيامت پر ورځ به  له ما سره او زما پر درجه وي.))

دا روايت عبد الله د احمد بن حنبل زوى د خپل پلار د مسند په زياتونو کې (لومړى ټوک ؛77 مخ ) ،خطيب بغدادي ؛ تاريخ :3ټوک،287 مخ ، ابن حجر عسقلاني؛ تهذيب التذيب :10 ټوک،430 مخ  کې نقل کړى دى او عسقلاني ددې روايت تر نقلولو وروسته ويلي دي : ابوعلي بن صواف له عبد الله بن احمد نه نقل کړي، چې و يې ويل : چې کله دا روايت نصر بن علي حديث کړ؛نو متوکل حکم وکړ، چې هغه  1000 کوړې ووهئ ؛جعفر بن عبدالواحد يې واسطه شو او متوکل ته يې وويل :هغه شيعه نه دى؛بلکې سني دى او دا خبره يې دومره تکرار کړه،چې متوکل له خپل هوډه لاس واخست .

دا روايت  متقي؛کنزالعمال :6ټوک،217 مخ او د 7ټوک په 102 مخ کې وايي :دا روايت طبراني له حضرت علي روايت کړى دى او بيا يې په 7ټوک کې ويلي : ترمذي،عبدالله بن احمد بن حنبل د خپل پلار د مسند په زياتونو کې،نظام الملک په امالي کې ،ابن النجار  او سعيد بن منصور هم روايت نقل کړى دى؛خو کنزالعمال په دې عبارت راوړى دى : چاچې له دوى سره مينه وکړه؛نو له ما سره به يې مينه کړې وي او چاچې له دوى سره دښمني وکړه ؛نو راسره به يې دښمني کړې وي او په  اخر کې يې ويلي : دا حديث ابن عساکر له زيد بن ارقم څخه هم نقل کړى دى .

( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه او (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک ،١٤٩ مخ ) او ابونعيم د حلية د درېم ټوک په ٢١١ مخ، خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ: څلورم ټوک،١٥٩ مخ، ابن اثيرجرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ او سيوطي په درالمنثور کې د ( قل لا اسئالکم ) تر آيت لاندې راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( له خداى سره يې  د نعمتونو له امله مينه وکړئ،له ماسره د خداى له امله او له اهلبيتو سره مې زما له امله مينه وکړئ . )) او د وينا له مخې يې ترمذي، طبراني، حاکم او بيهقي راوړى دى .

( د بغداد تاريخ:دويم ټوک،١٤٦ مخ ) وايي : رسول اکرم وايي : (( زما شفاعت د هغوى لپاره دى،چې له اهلبيتو سره مې مينه کوي . ))

سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې او د هغه د وينا له مخې احمد، ترمذي، نسايي، حاکم،محب طبري ( ذخاير :٩ مخ )، طبراني، او خطيب بغدادي د ابي الضحى له لارې د حضرت ابن عباس له لارې او همداراز له ابي  الضحى له مسروق له عايشې بي بي روايتونه نقل کړي،چې حضرت عباس، پېغمبراکرم (ص) ته ګيله وکړه، خلک،چې موږ بني هاشم له لرې ويني؛نو يو له بل سره پسپسکي کوي او چې ورنږدې شو؛نو چوپ شي او لنډه دا چې ستا نبوت او رسالت ددې لامل ګرځېدلى،چې خلک راسره په زړونو کې کينه واخلي . پېغمبراکرم (ص) دومره خپه شو،چې پر تندي يې خولې راماتې شوې او ويې ويل : (( پر خداى قسم،چې د هغوى په زړه کې به ايمان نه وي او خير به و نه ويني چې درسره مينه ونه کړي . ))

په يو بل نقل کې راغلي :  (( پر خداى چې ايمان به  ونه لري،چې راسره تر ځانه، له اهلبيتو سره تر خپلو اهلبيتو، له عترت سره تر خپل عترت او له ځوځات سره مې تر خپلې ځوځاته ډېره مينه ونه کړي . ))

 دا روايت هيثمي هم د مجمع د لومړي ټوک په ٨٨ مخ کې راوړى او د هغه وينا له مخې،طبراني هم په کبير او هم اوسط او همداراز شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې، ديلمي، طبراني، ابوالشيخ په نورالابصار ( ١٠٣ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ديلمي، طبراني،ابوالشيخ، ابن حبان او بيهقي هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :دويم ټوک،٥٦ مخ ) : (( پينځه څيزه دي،چې که چا ته روزي شول؛نو په آخرت کې به د عمل د نه کولو لپاره هېڅ پلمه نه لري : ١_صالحه کورودانه .٢_نېک اولاد .٣_ښه خوى .٤_ په وطن کې معيشت .٥_ له اهلبيتو سره مينه . ))

 دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېم ټوک په٤٥٩ مخ کې نقل کړى او د وينا له مخې يې ديلمي هم په الفردوس کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال : اووم ټوک،٢١٢ مخ ) د قيامت پر ورځ به د خداى بنده ګام پورته نه کړي؛خو دا چې د څلورو څيزونو پوښتنه ترې نه وي شوې : ١_ عمر چې څنګه دې تېر کړ .٢_ بدن چې په کوم کار دې واچاوه . ٣_مال، چې له کومه دې راوړى او په کوم ځاى کې دې لګولى دى .٤_ د اهلبيتو مينه .

  دا روايت طبراني له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او هيثمي د مجمع د لسم ټوک په ٣٤٦ مخ کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢٧٨ مخ ) : خپل اولاد مو پر درې څيزونو ادب کړئ :١_له پېغمبر سره مينه .٢_له اهلبيتو سره مينه .٣_د قرآن قرائت، چې د قرآن د حاملانو ناسته پاسته به د خداى تر سيوري لاندې له انبياوو او اصفياوو سره وي؛ پر هغه ورځ، چې يو سيورى به هم نه وي . بيا متقي وايي : دا حديث ابونصر عبدالکريم شيرازي د فوايد په کتاب کې او ديلمي په فردوس کې له ابن النجار څخه، مناوي د فيض القدير د لومړي ټوک په ٢٢٥ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى .

زمخشري په کشاف کې د شورى سورت د مودت آيت تر تفسير لاندې د رسول اکرم وينا راخستې،چې وايي : شهيد دى څوک چې د آل محمد په مينه ومري .پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به بښل شوى له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به تائب له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به مؤمن او په بشپړ ايمان له دنيا تللى وي .  پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ ته به ملک الموت د جنت وعده وکړي او بيا انکر او منکر . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته بيول کېږي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي له قبره به د جنت په لور دوه سيوري جوړ شي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي قبر به د د پرښتو زيات وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به پر سنت او جماعت له دنيا تللى وي . پوه شئ ! د قيامت پر ورځ به يې  له آل محمد سره د کينه کښ پر تندي ليکلي وي : د خداى له رحمته نهيلى او پوه شئ ! له آل محمد سره کينه کښ کافر له دنيا تللى او ان د جنت بوى به هم حس نه کړي.

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٧٢ مخ او لسم ټوک :٢٨٢ مخ ) (کنوزالحقايق :٥ مخ ) (ذخاير العقبى :٨١ مخ ) ( شبلنجي ؛نورالابصار : ١٠٣ مخ ) روايتونه نقل کړي،چې د ټولو نچوړ دادى : د خداى نبي وويل : هېڅکله زما له اهلبيتو مه غافلېږئ،چې که څوک زما د اهلبيتو په مينه له خداى سره ملاقات وکړي؛نو په شفاعت به يې جنتي کړي  او پر خداى چې زموږ د حق له پېژندو پرته يو عمل هم ګټه نه لري او څوک چې موږ د دنيا لپاره غواړي؛نو هېڅ يې هم نه دي کړي او که چا د خداى له امله راسره مينه وکړه؛نو ددې دوو ګوتو ( د شهادت دوه ګوتې يې يو ځاى کړې ) په څېر به يو ځاى جنت ته ننوځو او پر پل صراط به يې پښه نه  ښوېيږي،چې له اهلبيتو سره يې مينه ډېره وي او له مؤمن پرته له اهلبيتو سره څوک مينه نه کوي او له منافق پرته څوک له اهلبيتو سره دښمني نه کوي او له آل محمد سره يوه ورځ مينه تر يوه کال عبادت غوره ده . 

(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت زيد بن ارقم د خولې وينا را اخلي،وايي : رسول اکرم (ص) د ايمان په اړه  وينا کوله او و يې ويل : (( څوک چې غواړي ژوند او مړينه يې زما د ژوند او مړينې په څېر وي او په هغه جنت کې راسره مېشت شي،چې خداى يې وعده راکړې؛نو له علي بن ابيطالب سره دې مينه وکړي؛ځکه  هغه به مو هېڅکله بې لارې نه کړي . ))

 دا روايت حاکم صحيح ګڼلى او ابو نعيم د حلية د څلورم ټوک په ٣٤٩ مخ له دوو لارو او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٥ مخ کې او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې هم نقل کړى دى .

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت عمار ياسر د خولې وينا را اخلي،وايي : د خداى له استازي مې واورېدل، چې حضرت علي ته يې وويل : (( علي ! څومره بختور دى هغه چې درسره مينه کوي او ستا په اړه  رښتيا ووايي او هغه دې پر خپل حال وژاړي،چې درسره دښمني کوي او ستا په اړه  دروغ  ووايي . ))

 دا روايت خطيب بغدادي د د بغداد تاريخ د نهم ټوک په ٧١ مخ کې له دوو لارو او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٣٢ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢١٥ مخ او د ذخاير په ٩٢ مخ کې يې هم راوړى دى .

( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٦ مخ ) په خپل سند له زيد بن وهب له حذيفه (رض) او هماغه په ٨٦ مخ کې په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه او همداراز کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په دواړو روايتونو کې راغلي: رسول اکرم (ص) وويل : (( که څوک غواړي زما په څېر ژوند ولري او زما په څېر ومري او د پالونکي په راکړ شوي جنت کې مېشت شي؛نو تر ما وروسته بايد له علي او دوستانو سره يې مينه وکړي او تر ما وروسته د امامانو لاروي وکړي،چې ټول زما عترت دي؛ځکه  هغوى زما له خټې جوړ شوي او ځانګړې پوهه يې رزوي شوې ده او زما په امت کې دې هغه  پر خپل حال وژاړي،چې فضائل يې دورغ وګڼي او زما لورنه پرې پرېکړي او داسې خلک به خداى زما له شفاعته برخمن نه کړي . ))

( اصابه:درېم ټوک،لومړى قسم،٢٠ مخ او شپږم ټوک،٣٣٥ مخ ) ، (کنوز الحقايق :١٠١ مخ ) ، ( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٥ مخ) ، (اسدالغابه :دويم ټوک،١٠١ مخ)،(هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١١ او ١٢١ مخونه)،(کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٤ او ١٥٨مخونه ) ، (د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،١٠٢ مخ ) او  ذخاير العقبى په ٩٢ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې موږ د لڼديز لپاره يوازې د د بغداد تاريخ روايت راخستى،چې وايي: د خداى له استازي مې واورېدل،چې حضرت علي ته يې وويل : ((  علي ! مينوالو ته دې همدومره بس،چې په ځلکدن کې حسرت، په قبر کې وحشت او د قيامت پر ورځ ډار نه لري . ))

خوشال بابا وايي :

محمد،علي ،چې دوه ويني په سترګو

په داکارکې احــــــــــــوالي ده احوالي [30]

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٧ مخ ) له حضرت ابن عباس (خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،٤٠ مخ ) له پينځو لارو له حضرت ابن عباس څخه ( محب طبري؛رياض النضره:دويم ټوک،١٦٦ مخ ) ( علي بن سلطان؛مرقات : پينځم ټوک،٥٧٣ مخ ) ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٠ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې له حضرت عثمان بن عوف څخه روايت دى، چې وايي : يو سړي سلمان (رض) ته وويل : علي درباندې څومره ګران دى ! ورته يې وويل : د خداى له استازي مې اورېدلي : له علي سره مينه له ما سره مينه ده او له علي سره دښمني له ما سره دښمني ده . )) او د هماغه ټوک په ١٤٢ مخ کې يې له حيان اسدي روايت دى،چې له علي مې واورېدل : رسول اکرم (ص) راته وويل : (( امت به تر ما وروسته درسره دښمني کوي او چې ته ژوندى يې زما پر دين به يې او زما پر سنت به وژل کېږې او څوک چې درسره مينه کوي؛نو راسره يې کړې ده او څوک چې درسره دښمني کوي؛نو راسره يې کړې ده او ډېر ژر به دا په دې رنګينه شي؛يعنې ږيره به دې د سر پر وينو رنګينه شي . ))

 دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧ مخ ) کې هم راوړى او دارقطني د افراد په کتاب کې يې حاکم او خطيب ته نسبت ورکړى دى .

( حلية الاولياء:لومړى ټوک،٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي برزه روايتوي چې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : خداى راته وويل : ته بايد راسره ژمنه وکړې . ورته يې وويل : کومه ژمنه؟ ويې ويل : واوره . ويې ويل : وايه چې غوږ مې دى . خطاب راغى : علي د هدايت بيرغ او زما او د اولياوو امام دى، د هغه رڼا ده،چې زما لاروي کوي، هغه ټکى دى،چې يو متقي هم ترې بېلتون نه لري؛نو څوک چې ورسره مينه وکړي؛نو له ماسره به يې کړې وي او چا چې ورسره دښمني وکړه؛نو راسره به يې کړې وي او پر علي ددې مقام زېرى وکړه . علي ته راغلم او زېرى مې پرې وکړ، چې ويې ويل : رسول الله ! زه د خداى بنده او د قدرت په واک کې يې يم؛نو که پر عذاب مې کړي؛نو زما د ګناه له امله به وي او د مقام زېرى،چې تا يې راکړ،د خداى پېرزو او لورنه ښيي؛بيا يې حجابونه زما له سترګو پورته کړل او کوم کړاوونه يې،چې علي ته ځانګړي کړي ول، د يو صحابي لپاره مې هم نه وو؛نو ومې ويل : پالونکيه ! د ورور مې مل شه ! راته يې وويل :دا هر څه ورته تقدير شوي دي او هغه به پردې ککړ شي او خلک هم به پرې و ازمېيل شي .

( د بغداد تاريخ :ديارلسم ټوک،٣٢ مخ ) حضرت له عبدالله بن مسعود (اسدالغابه : څلورم ټوک،٣٨٣ مخ ) له ابوالجحاف داود بن ابي  عوف له معاوية بن ثعلبة الجماني او همدا سند ابن حجر د اصابه د شپږم ټوک د لومړي قسم په ٢٠٥ مخ کې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : رسول اکرم (ص) وويل : (( ټولو هغوى ته د علي بن ابيطالب پر ولايت وصيت کوم،چې زما پر نبوت ايمان لري،چې که چا ورسره مينه وکړه؛نو له ما سره يې کړې او چا چې راسره مينه وکړه؛نو له خداى سره يې مينه کړې ده او که چا ورسره دښمني وکړه؛نو ما سره يې دښمني کړې او ما سره دښمني له خداى سره دښمني ده . ))

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧،١٥٨،٣٩١،٣٩٩ مخونه او همداراز د اووم ټوک ١٤٠مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٢٩،١٣١ او ١٣٣ مخونه ) ، (رياض النضره : دويم ټوک،٢١٤،١٦٦،٢٠٩،١٣٣ مخ ) او خصايص نسائي په ٢٨ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې له حضرت علي سره پر دښمنۍ او دوستۍ سربېره پکې دا هم راغلي،چې يوازې مؤمن له حضرت علي سره مينه کوي او يوازې منافق ورسره دښمني کوي .

( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٦ مخ ) له حوشرة بن محمد بصري روايتوي،چې وايي : يزيد بن هارون واسطي مې تر وژل کېدو څلور شپې وروسته په خوب کې وليد؛نو ومې پوښت،چې څه يې  درسره وکړل ؟ راته يې وويل : حسنات مې قبول او ګناهونه مې وبښل شو او د ګناهونو ناوړه اغېزې مې هم له منځه ولاړې ( بيا دوام ورکوي تر دې چې وايي : ) د انکير او منکر کيسه څنګه وه ؟ ويې ويل : هو ! قسم پر هغه خداى،چې بې له هغه بل معبود نشته؛زه يې کېنولم او د پالونکي په اړه يې وپوښتلم ( بيا همداسې وايي، تردې چې وايي : ) يو له هغوى دوو ځنې وپوښتلم : خپل احاديث دې له حريز بن عثمان روايت کړي ؟ ورته مې وويل :هو هغه موثق سړى و او احاديث يې د ډاډ وړ وو . و يې ويل :سمه ده، چې ډاډمن و؛خو له علي سره يې دښمني کوله؛نو د خداى دښمن هم و .

( هيثمي؛ مجمع :نهم ټوک،١٢٩ مخ ) حضرت ابو رافع وايي : رسول اکرم(ص) د حضرت علي په مشرۍ يو لښکر يمن ته ولېږ او د اسلم د ټبر عمرو شاس هم پکې و؛نو چې له جګړې راستون شو؛نو په حضرت علي پسې يې خوله راوسپړله . رسول اکرم(ص) ورپسې يو کس ولېږه، چې را يې ولئ، چې راغى؛نو رسول اکرم (ص) ورته وويل : په علي پسې بد مه وايه . آيا په دې سفر کې دې ترې بد ليدلي،چې داسې دې ورپسې خوله راسپړلې . عمرو ورته وويل : نه . رسول اکرم (ص) ورته وويل :نو دا د څه خبرې دي ؟ و يې ويل : له علي سره دښمني مې په خپل واک کې نه ده . د خداى استازى سخت غوسه شو او يې ويل :  (( چا چې له علي سره دښمني وکړه؛نو له ما سره يې کړې ده او چا چې له ما سره دښمني وکړه؛نو له خداى سره يې کړې ده . ))

بوټي او ونې هم له حضرت علي سره مينه کوي

( رياض النضره : دويم ټوک،٢١٥ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب حضرت بلال ته يو درهم ورکړ،چې خربوزه پرې واخلي . حضرت بلال وايي : خربوزه مې واخسته او چې علي ماته کړه؛نو ترخه وه . حضرت علي وويل : بلاله دا خربوزه خپل خاوند ته يوسه او درهم ترې راواخله؛ د خداى استازي ما ته وويل: خداى ستا مينه پر بشر،ونه، مېوو  او  دانو لازمه کړې؛نو چا چې دې لاروي وکړه؛نو سپېڅلى او پاک شو او چاچې دې لاروي ونه کړه؛نو تريخ او ناپاکه شوه او زما په ګومان دا له هغو خربوزو ځنې ده،چې زما مينه يې نه ده منلې .

 محب طبري دا روايت ملا ته نسبت ورکړى دى .

( د بغداد تاريخ :درېم ټوک،٢٨٩مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي،چې ويې ويل : په ډله کې د کعبې سيوري ته ناست وو او رسول اکرم (ص) راته وينا کوله،چې ناڅاپه په رکن يماني کې يو څيز راروان و،چې رسول اکرم(ص) پرې توکاڼې تو کړې.ويې ويل : خداى دې لعنت کړه _ او يا يې وويل : خداى دې خوار کړه _ علي بن ابيطالب وپوښتل: رسول الله دا څه دي ؟ و يې ويل : مګر نه يې پېژنې ؟ ويې ويل : خداى او استازى يې ښه پوهېږي . و يې ويل : دا ابليس دى.حضرت علي له ځايه پاڅېد او د تندي له وېښتانو يې راونيو او وېښتان يې ترې راوايستل او و يې ويل : رسول الله اجازه راکړئ،چې ويې وژنم . رسول اکرم (ص) وويل : مګر له ياده دې وتلي،چې تر قيامته يې عمر غوښتى دى.حضرت علي پرېښود او ابليس په يوه ګوټ کې ودرېد او و يې ويل : علي ! ما درسره څه کړي دي؟ پر خداى قسم،چې ستا په دښمنانو کې داسې څوک نه وينم، چې له پلار سره به يې  زه په څاڅکي کې شريک نه يم . علي ! د قرآن دا آيت مه هېروه : (وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ) چې ما ته يې اجازه راکړې،چې د خپلو لارويانو په مال او اولاد کې يې شريک شم .

بيا خطيب د خپل تاريخ د درېم ټوک په ٢٩٠ مخ کې له عبدالله روايتوي،چې د حضرت علي د خولې وينارا اخلي او وايي : يوه ورځ مې پېغمبر اکرم (ص) وليد،چې پر يو ستر څيز سپور دى او پر هغه لعنت وايي او د صفا له لوري راروان دى ؛نو پوښتنه مې وکړه : دا څوک دى ؟ ويې ويل : دا رټل شوى شېطان دى . ورته مې وويل : د خداى دښمنه ! پر خداى، چې وبه دې وژنم،چې امت دې له شره خلاص شي. ويې ويل : مګر د نېکۍ سزا بدي ده ؟ ومې ويل : د خداى دښـمنه ستا سزا څه ده . و يې ويل : پر خداى قسم ستا پر دښمنانو کې داسې څوک نه وينم،چې د مور په زيلانځ- رحم کې يې له پلار سره شريک نه يم .

 خطيب بيا وايي :دا روايت ابوالحسين اشناني له اسحاق بن محمد نخعي؛يعنې اسحاق احمر همداراز راوړى دى .

( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ : دويم ټوک،٢٠٤ مخ ) په خپل سند له ابي  العباس څخه نقل کړى،وايي : له رسول الله کره وو،چې پر کيڼه پنډۍ يې خپل زوى ابراهيم او پر ښۍ يې امام حسين کېنولى و او يوه موچې له ده او بله له هغه اخلي ،چې دا مهال حضرت جبراييل وحې راوړه او د وحې حالت،چې د خداى له استازي ولاړ؛ نو و يې ويل : جبراييل راته وويل : خداى دې درباندې سلام وايي او وايي : موږ دا دوه ماشومان درته نه پرېږدو او يو بايد له بله ځار کړې . تر دې خبرې وروسته د خداى نبي ابراهيم ته وکتل او په ژړا شو او بيا يې چې حسين ته وکتل؛ نو بيا هم په ژړا شو او ويې ويل : د ابراهيم مور يوه وينځه ده،چې که مړ شو؛ نو يوازې زه به خپه شم؛خو که حسين مړ شو؛ نو هم به يې مور او هم به يې پلار خپه شي،چې زما له وينې او غوښې دي او هم به مې لور او هم به مې د تره زوى او هم به زه په خپله خپه شم؛زه خپل غم زغملى شم؛ خو د هغوى نه؛نو ايثار (سرښندنه) کوم؛نو جبراييله ! ابراهيم راڅخه واخله.)) ( د حديث تر پايه)

( ذخايرالعقبى : ٩٢ مخ ) د حضرت انس بن مالک وينا را اخلي ، وايي : يوه ورځ د خداى نبي پر منبر ډېره وينا وکړه او بيا يې وپوښتل : علي بن ابيطالب چېرته دى ؟ علي له ځايه پاڅېد او ويې ويل : دلته يم ! د خداى نبي خپلې سينې ته رانږدې کړ او تندى يې ورته ښکل کړ او پر جيګ غږ يې وويل : ((مسلمانانو ! دا زما د دوو سبطو؛حسن او حسين پلار دى، چې د جنت د ځوانانو دوه ښاغلي دي . ))

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١١١ مخ ) وايي : د حضرت ابن عباس وينا ده،چې د خداى رسول (ص)، حضرت ام سلمې بي بي ته  وويل :  (( د علي بن ابيطالب وينه او غوښه زما ده؛هغه ما ته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ. )) ( طبراني )

( ليکوال : متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) کې د ام سلمې پر ځاى ام سليم راوړې او بيا يې ويلي : دا روايت عقيلي له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او مناوي هم ( کنوزالحقايق :١٦١مخ ) په لنډه له طبراني نقل کړى دى  .

د رسول الله (ص) ځان

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٢٠ مخ ) په خپل سند د حضرت عبدالرحمان بن عوف وينا را اخلي،وايي : رسول اکرم مکه سوبه کړه او طايف ته ستون شو او اته که اوه ورځې يې کلابند کړ او بيا راستون شو،چې په يو ځاى کې يې وويل : (( خلکو ! زه درنه تلونکى يم او سپارښتنه کوم،چې له عترت سره مې ښه چلن وکړئ او موږ تاسې به د کوثر د حوض تر غاړې وينو . قسم پر هغه خداى، چې ساه مې د هغه په لاس کې ده؛يا دا چې لمونځ به کوئ او زکوة به ورکوئ او يا دا چې له خپل اړخ به يو سړى درواستوم (او يا داسې يې وويل : هغه سړى چې زما د ځان په څېر دى) او هغه بايد له دښمن سره جګړه وکړي او ذرار يې اسيران کړي.)) راوي وايي :خلکو ګومان کاوه،چې مراد يې ابوبکر يا عمر (رضى الله عنهما) دى؛نو په همدې وخت کې د خداى نبي د حضرت علي لاس ونيو او و يې ويل : (( او هغه دا دى.)) بيا وايي : ددې حديث سند صحيح دى .

ليکوال : متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) او ابن حجر د صواعق په ٧٥ مخ کې له ابن ابي  شيبه نقل کړى دى . هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٣٤ مخ کې له ابويعلي او په ١٦٣ مخ کې له بزار څخه نقل کړى دى .

(زمخشري؛ کشاف ) د [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا(حجرات/۶)] آيت په تفسير کې وايي : رسول اکرم (ص)، حضرت وليد بن عقبه د حضرت عثمان مېرنى ورور ولېږه ( تر دې چې وايي ) : ،چې په بني المصطلق کې،چې دوستي يې ورسره وه،څېړنه وکړي؛ نو همدا چې وليد يې سيمې ته ورنږدې شو؛ نو هغوى يې مخې ته راغلل او  ګومان يې وکړ،چې جګړې ته راغلى او وليد هم له هماغه ځايه ستون شو او رسول الله ته يې وويل : بني المصطلق مرتد شوي دي او زکات يې را نه کړ. پېغمبراکرم (ص) غوسه شو او غوښتل يې جګړه ورسره وکړي،چې هغوى د رسول الله  مبارک له هوډه خبر شو او و يې ويل : له رسول الله او غوسې يې پناه غواړو او دا خبره،چې د رسول الله مبارک غوږونو ته ورسېده؛نو په اړه يې  شکمن شو او پيغام يې ورولېږه، چې له ارتداده لاس واخلئ؛ګنې د خپل ځان په څېر يو سړى درلېږم،چې ومو ځپي او ذرار مو اسيران کړي او بيا يې د حضرت علي پر اوږه لاس کېښود .

( خصايص نسائي :١٩مخ ) په خپل سند له حضرت ابى روايتوي چې ويلي يې دي : د خداى نبي وويل : (( بني وليعه دې له خپلو کارونو لاس واخلي؛ګنې د خپل ځان په څېر سړى ورلېږم،چې زما حکم ټکى په ټکى پلي کوي او هغوى به ووژني او ذرار به يې اسيران کړي . )) دا مهال حضرت عمر زما په ملابند لاس کېښود او بې واکه يې وويل : څوک ښيئ ؟ ما ورته وويل : مطلب يې ستا ملګرى او ته يې . حضرت عمر بيا وپوښتل : رښتيا ووايه څوک ښيي ؟ ما ورته وويل : خاصف النعل ښيئ او دا مهال حضرت علي خپلې پڼې يې ګنډلې.

دې ته ورته روايت محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٤ مخ ) کې له حضرت زيد بن نفيع څخه نقل کړى او ويلي يې دي،چې احمد په مناقب کې نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : اووم ټوک،١١٠ مخ ) وايي : د حضرت جابر بن عبدالله وينا ده،چې وايي : رسول اکرم (ص)، حضرت وليد بن عقبه، بني وليعه ته ولېږه (تر دې چې وايي ) : رسول اکرم (ص) وويل : يا دا چې بني وليعه دې له خپلو چارو لاس واخلي او يا داچې د خپل ځان په څېر سړى به ورولېږم، چې ورسره جګړه وکړي او ذرار يې اسيران کړي او هغه دادى؛لاس يې د حضرت علي پر اوږه کېښود . ( د حديث تر پايه ) ( طبراني )  

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٠ مخ ) وايي : له عمرو بن عاص (رض) څخه روايت دى،چې وايي : له ذات السلاسل جګړې،چې راستون شوم؛نو له ځان سره مې وويل : تر ما به څوک پر رسول الله نه وي ګران؛ نو ومې پوښت : پر تاسې څوک تر ټولو ډېر ګران دى ؟ ( په کنزالعمال کې يې يو لړ نومومونه راوړي چې ) حضرت عمرو عاص، رسول الله (ص) پوښتي : علي درباندې څومره ګران دى ؟ رسول الله مبارک خپلو يارانو ته مخ کړ او و يې ويل : دې سړي ته ګورئ،چې زما د ځان په اړه  پوښتنه کوي. ( ابن النجار )

( ابن عبدالبر؛استيعاب:دويم ټوک،٤٦٤ مخ ) وايي : معمر له ابن طاووس له پلار له مطلب بن عبدالله بن حنطب څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول الله مبارک د ثقيف د ټبر خلکو ته وويل: (( يا دا چې اسلام به راوړئ او يا دا چې د ځان په څېر سړى به درولېږم،چې ورمېږونه مو ووهي،ذرار مو اسيران او شتمنۍ مو غنيمت کړي  .)) حضرت عمر وويل : پر خداى قسم،چې د هغې ورځې هومره مې هېڅکله د لښکر د قومندانۍ هيله نه درلوده؛ نو ټټر مې ببر کړ، چې کېداى شي ووايي چې هغه سړى دادى؛ خو پام مې شو، چې علي يې له لاسه ونيو او و يې ويل : هغه سړى دادى .

ليکوال : دا روايت محب طبري هم په رياض النضره ( دويم ټوک، ١٦٤مخ ) کې داسې راوړى : رسول اکرم (ص) وويل : له خپل اهله يو سړى او که د ځان په څېر سړى او د روايت په پاى کې راغلي،چې دوه ځلې يې وويل : هغه دادى ! هغه سړى دادى .بيا محب طبري وايي : دا روايت عبدالرزاق په جامع او ابوعمرو بن سمان نقل کړى . په دې اړه  نور روايتونه هم شته،چې له انصافه به لرې نه وي،چې لنډه کتنه ورته وکړو.

ړومبى هغه روايت دى،چې حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک،١٢٦مخ ) کې د حضرت ابن عباس د خولې وينا راخستې،چې ويلي يې دي : رسول الله مبارک د حجة الوداع په خطبه کې وويل : (( ډېر ژر به له عمالقه سره وجنګنېږم . )) جبراييل وويل : ووايه يا زه په خپله او يا علي . او د خداى رسول هماغسې وويل .

دويم هغه روايت دى،چې محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٤ مخ ) کې له حضرت انس بن مالک له خولې نقل کړى،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( داسې پېغمبر به نه وي،چې په امت کې يې څوک په شان او ورته نه وي او زما په امت کې زما په څېر علي دى . )) ((قلعى))

درېم هغه روايت دى،چې مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ کې او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٣ مخ کې راوړى: (( علي مې ډډ او جعفر مې څانګه ده . )) بيا دواړه کتابونو ويلي : دا خبره طبراني او ضياء د عبدالله بن جابر له خولې کړې ده . )

 

پېغمبر اکرم (ص) : علي له ما او زه له علي ځنې يم

( صحيح بخاري ) له براء بن عازب څخه په خپل سند روايتوي : پاک نبي د ذي القعده په مياشت کې عمرې ته ولاړ؛خو خلکو ښار ته ننووتو ته پرېنښود،چې د خداى رسول په مکه کې د درې ورځو  د پاتې کېدو غوښتنه وکړه او بيا يې داسې وليکل : (( دا هغه تړون دى،چې محمد د خداى رسول د مکې له خلکو سره  وکړ ))؛ خو د مکې خلکو ورسره و نه منله او ورته يې وويل : “محمد رسول الله” مه ليکه؛ځکه که پېغمبر مو منلې؛ نو ولې به مو درسره دومره جګړې کولې او اوس به مو د خداى د کور زيارت ته پرېښى وې او بايد وليکې : “محمد بن عبدالله” . رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((زه هم محمد د عبدالله زوى او هم پېغمبر يم او علي ته يې وويل: هغه ليکنه پاکه کړه!))  حضرت علي ورته وويل : پر خداى، چې هېڅکله به مو پر نوم کرښه را نه کاږم . پاک نبي په خپله تړون راواخست او داسې يې وليکل : (( دا هغه ژمنه ده،چې محمد بن عبدالله کړى،چې په پوښ کې له وسلې پرته هېڅ ډول وسله مکې ته دننه نه کړي او همدسې ژمنه کوي،چې که چا پرې په مکه کې ايمان راووړ؛ نو له ځان سره يې مدينې ته بو نه ځي او همداراز که يارانو يې غوښتل په مکه کې پاتې شي؛نو محمد يې له ځان سره بېرته ستنېدو ته اړ نه کړي .)) ددې تړون تر لاسليک وروسته مکې ته ولاړل او همدا چې درې ورځې پاى ته ورسېدې؛نو حضرت علي ته راغلل او ورته يې وويل : ملګري ته دې ووايه، چې له ښاره ووځي ! پېغمبراکرم (ص) له مکې ووت او د حضرت حمزه سيد الشهداء لور هم ورپسې ورووته او چغې يې کړې:کاکا جانه ! کاکا جانه !

حضرت علي په غېږ کې راوخسته  او بي بي فاطمې ته يې وويل : د تره لور دې له ځان سره سمبال کړه . فاطمې بي بي هم هغه له ځان سره سپره کړه. د نجلۍ پر سر حضرت جعفر او حضرت زيد له حضرت علي سره شخړه وکړه . حضرت علي وويل : زه يې د روزنې لپاره وړ يم؛ځکه د تره لور مې ده .حضرت زيد وويل : هغه زما ورېره ده . حضرت جعفر وويل : زما د تره لور هم ده او پردې سربېره، ترور يې زما کورودانه ده؛ خو رسول الله مبارک د حضرت جعفرپه ګټه حکم وکړ او و يې ويل : (( ترور د مور په څېر وي .)) او حضرت علي ته يې وويل : (( ته له ما او زه له تا ځنې يم . )) حضرت جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې )) او حضرت زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ورور او مولا يې .))

ليکوال : دا روايت بخاري  په همدې سند په همدې مضمون د بداء  الخلق د کتاب د عمرة قضا په باب کې راوړې او بيهقي هم د خپل سنن د اتم ټوک په ٥ مخ کې له براء نقل کړى، نسائي د خصايص په ٥١ مخ کې له براء او احمد بن حنبل د مسند د لومړي ټوک په ٩٨ مخ کې له هاني بن هاني له حضرت علي څخه،په عبارت کې په لږ اختلاف سره راخستى او حاکم د مستدرک الصحيحين د درېم ټوک په ١٢٠ مخ کې له هاني بن هاني او طحاوي د مشکل الاثار د څلورم ټوک په ١٧٣ مخ کې له هاني بن هبيرة له  حضرت علي او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د څلورم ټوک په ١٤٠ مخ کې له هاني بن هبيره له علي څخه نقل کړى دى .  

( صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٧ مخ ) په خپل سند د عمران بن حصين (رض) د خولې وينا را اخلي ، وايي : رسول اکرم (ص)،حضرت علي د يو لښکر مشر کړ. حضرت علي له لښکر سره ووت، چې يوه وينځه يې لاس ته راغله،چې وايې خسته او دا خبره د رسول الله مبارک پر ځينو اصحابو کرامو ښه و نه لګېده او هم ژمني شول،چې رسول الله (ص) يې وليد؛ نو هرومرو به ورته له حضرت علي سر ټکوي . په مسلمانانو کې دود و، چې له هر سفره به راستنېدل؛ نو تر هر څه له مخه به د رسول الله مبارک کتو ته تلل او وروسته به خپلو کورونو ته تلل؛ نو همدا چې لښکر راستون شو؛ نو رسول الله مبارک ته ورغلل،چې په هغو څلور کسانو کې يو پاڅېد او ويې ويل : رسول الله ! علي ته څه نه وياست،چې داسې او هغسې يې وکړل. رسول اکرم (ص) يې خبرې ته پام و نه کړ،چې دويم يې پاڅېد او هماغه خبره يې وکړه،چې د خداى رسول ترې مخ واړو، چې درېمى يې پاڅېد او پر ګيلو شو؛ نو دا مهال د رسول اکرم (ص) په څېره کې غوسه څرګنده شوه، ويې ويل : (( له علي څه غواړئ ! له علي څه غواړئ ! علي له ما او زه له علي ځنې يم . علي تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))

ليکوال : دا روايت احمد بن حنبل په مسند ( څلورم ټوک،٤٣٧ مخ )، حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک،١١٠ مخ )، ابوداوود طيالسي په خپل مسند ( درېم ټوک،١١١ مخ )، ابونعيم په حلية ( شپږم ټوک،٢٩٤ مخ) ،متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٣٩٩ مخ ) له ابن جرير_ هغه دا روايت صحيح ګڼلى _ او له ابن ابي  شيبه ( د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې ) له دوو لنډو  لارو له ابن ابي  شيبه او همداراز نسائي د خصايص په ٢٣ مخ کې راخستى دى .

(صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٩ مخ ) په خپل سند له براء  بن عازب څخه روايت کړى : د خداى استازي وويل : (( علي له ما او زه له علي ځنې يم . ))

ليکوال : دا روايت نسائي هم د خصايص په ١٩ مخ کې راوړى دى .

( صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٩ مخ ) په خپل سند له حبشي بن جنادة روايت کړى،وايي :رسول اکرم (ص) وويل : (( علي له ما او زه له علي ځنې يم زما دندې يا بايد زه تر سره کړم او يا علي او بل څوک نه .))

ليکوال : دا روايت ابن ماجه هم د خپل صحيح په ١٢ مخ، احمد بن حنبل د مسند د څلورم ټوک په ١٦٤ مخ کې له پينځو لارو نقل کړى دى . خصايص هم له دوو لارو؛ يو په نولسم او بل په شلم مخ کې راخستى او محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٤ مخ کې له حافظ سلفي نقل کړى دى.

 ( امام احمد حنبل؛مسند: لومړى ټوک، ١٠٨ مخ ) په خپل سند له هاني بن هاني له حضرت علي څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : زه ،زيد او جعفر د خداى له استازي سره وو،چې زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ازاد شوى يې . )) زيد وشرمېد .ما ته يې وويل : (( ته له ما او زه له تا يم .)) زه تر زيد وروسته وشرمېدم .

ليکوال :  دا حديث بيهقي د سنن د لسم ټوک په ٢٢٦ مخ او نسائي د خصايص په ٥١ مخ کې په عبارت کې په لږ اختلاف نقل کړى دى.

( امام احمد حنبل؛ مسند : پينځم ټوک، ٣٥٦ مخ ) په خپل سند د حضرت بريده وينا را اخلي،وايي : رسول الله مبارک دوه ډلې د يمن پر لور ولېږلې،چې د يوې ډلې مشر يې  حضرت علي او د بلې يې حضرت خالد بن وليد کړ او و يې ويل : ((که يو ځاى شوئ؛ نو د دواړو ډلو مشر به حضرت علي وي او که يو ځاى نه شوئ؛ نو هر يو د خپلې ډلې مشر ياست. )) حضرت بريده وايي : د يمن له بني زيد ټبر سره پر جګړه شو او ماتې مو ورکړه، چې ډېر مو پکې اسيران کړل. په اسيرانو کې حضرت علي يوه ښځه د ځان لپاره ځانګړې کړه . حضرت بريده وايي : دا خبره حضرت خالد بن وليد په يوه ليک کې رسول اکرم (ص) ته وليکله او ما ته يې راکړه،چې رسول الله (ص) ته يې ورسوم؛ نو چې کله د خداى استازي ته راورسېدم؛ نو ليک مې ورکړ،چې په لوستو يې د رسول اکرم (ص) د څېرې رنګ واوخوت،چې ما ورته وويل : د خداى رسوله ! زه ستاسې په پناه کې يم او حکم مو راکړ، چې له خپل مشره لاروي وکړم؛ نو ما هم ترې لاروي وکړه او د هغه ليک مو درته راوړ؛ رسول اکرم (ص) وويل : (( پام مو وسه، چې هېڅکله په علي پسې بد و نه وياست او پوه شئ،چې علي له ما او زه له علي يم او هغه تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى؛ هغه له او زه له هغه يم .))

ليکوال : دا حديث هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک : ١٢٧مخ ) کې راوړى،وايي : احمد او بزار په لنډه نقل کړى او نسائي هم په ټکيو کې په لږ اختلاف د خصايص په ٢٣ مخ کې راوړى او پکې راغلي :  حضرت خالد هر څه رسول اکرم (ص) ته وليکل او ما ته يې هم حکم وکړ، چې رسول الله (ص) ته له حضرت علي سر وټکاوهه؛ نو ما هم ليک رسول اکرم (ص) ته ورکړ او په علي پسې مې خوله راوسپړله؛نو ناڅاپه پوه شوم،چې د رسول اکرم څېره له غوسې سره اوښتې او و يې ويل : (( پام ! پام ! بريده ! علي خپل دښمن مه ګڼه،چې علي زما او زه د علي يم او تر ما وروسته ستاسې ولي دى . ))

هيثمي يو ځل بيا د نهم ټوک په ١٢٨ مخ کې دا روايت راوړى، چې پکې راغلي : رسول الله مبارک غوسه ووت او ويې ويل : (( ولې خلک په علي پسې خبرې کوي؛څوک چې په علي پسې بدې ردې کوي؛ نو په ما پسې به يې کړې وي ؛څوک چې له علي بېل شي؛ نو له ما به بېل شوى وي؛علي له ما او زه له علي يم؛علي زما له خټې او زه د ابراهيم له خټې جوړ شوى يم،زه تر ابراهيمه افضل يم ( تر دې چې وايي ) بريده ! خبر نه يې،چې په غنيمت کې د علي حق تر يوې وينځې ډېر دى؟ او خبر نه يې چې علي تر ما وروسته ستاسې ولي دى.)) ما ورته وويل : رسول الله ! لاس مو راکړئ،چې له سره درسره بيعت وکړم او  تر هغه ترې نه وم،بېل شوى ،چې مې په اسلام کې ورسره بيا بيعت نه وکړى . ( اوسط طبراني )

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،٣٣٠ مخ ) په خپل سند د حضرت عمرو بن ميمون وينا راخستې ، وايي : زه له حضرت ابن عباس سره ناست وم، چې نهه تنه راغلل،ويې ويل : ابن عباسه ! يا له موږ سره ګوښه شه او يا دې خپل کور خالي کړه،چې درشو.ابن عباس : زه درځم . وايي : په دې ورځو کې لا حضرت ابن عباس ړوند شوى نه و او پر خبرو اترو شول؛ خو پوه نه شوو،چې څه وايي؛خو ناڅاپه مې وليدل،چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډي،را روان دى،وايي : تون لعنت دې پر هغوى وي،چې په هغه پسې سپکې سپورې وايي،چې لس ځانګړنې لري ( لس ځانګړنې يې وشمېرلې،چې دلته راورسېد ) بيا يې پلانى مکې ته ولېږه، چې د توبې سورت ورته ووايي او علي يې ورپسې ورولېږه،چې سورت ترې واخلي او و يې ويل : (( دا سورت به يا زه په خپله او يا هغه چې له ما ځنې وي،خلکو ته اوروي .))

ليکوال : دا روايت نسائي د خصايص په ٨ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : احمد او حافظ ابوالقاسم دمشقي په موافقات او اربعين طوال کې راوړى او ويلي يې دي : نسائي يې ځينې يادې کړي او همداراز هيثمي په مجمع (نهم ټوک،١١٩ مخ ) کې راوړى او ويلې يې دي : احمد او طبراني په کبير او اوسط کې په لنډه راوړى دى .

( خصايص نسائي : ١٩ مخ ) په خپل سند له عمرو بن حصين (رض) څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم (ص) وويل : (( علي له ما او زه له علي يم او علي تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))

( خصايص نسائي : ٣٦ مخ ) په خپل سند د محمد بن اسامه بن زيد (رض) د پلار وينا راخستې،چې رسول اکرم(ص) وويل : (( علي ! ته زما زوم او د زامنو پلار يې ؛ ته له ما او زه له تا يم . ))

( خصايص نسائي : ١٩ مخ ) په خپل سند له هبيرة بن مريم،هاني بن هاني له حضرت علي روايت کړى : همدا چې له مکې راووتو؛ نو د حضرت حمزه لور راپسې چغې کړې : کاکا جانه ! کاکا جانه ! هغه مې راواخسته او کورودانې ته مې وويل،چې د تره لور دې سمباله کړه او فاطمې هم له ځان سره سپره کړه. حضرت زيد او حضرت جعفر يې د روزنې پر سر راسره شخړه وکړه . ما وويل : ما راوستې او د تره لور مې هم ده . جعفر وويل : زما هم د تره لور ده او ترور يې زما ښځه ده . حضرت زيد وويل : هغه زما ورېره ده . رسول اکرم(ص) هغه خپلې ترور ته ورکړه او ويې ويل : (( ترور د مور په څېر وي .)) او ما ته يې وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛زه له تا يم .)) حضرت جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې . )) او حضرت زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ورور او مولا يې . )) 

( د ابن جرير طبري تاريخ : دويم ټوک، ١٩٧ مخ ) په خپل سند له ابي رافع له پلار له نيکه نقل کړى : علي،چې د مشرکينو بېرغچيان ووژل؛نو رسول اکرم (ص)،چې د قريشو د مشرکينو ډله وليده؛ نو علي ته يې وويل : (( بريد پرې وکړه.)) علي بريد  وکړ او خپاره يې کړل او عمرو بن عبد الله جمحي يې وواژه . بيا رسول اکرم (ص) د مشرکانو بله ډله وليده او ورته يې وويل : بريد پرې وکړه .علي هم پرې بريد وکړ او خپاره يې کړل او شيبه بن مالک يې وواژه .  حضرت جبراييل امين وويل : رسول الله ! دا دى مواساة . رسول اکرم (ص) وويل : (( هغه له ما او زه له هغه يم . )) حضرت جبراييل وويل : او زه ستاسې د داوړو يم . د حديث راوي وايي:  ټولو واورېدل،چې اورېدل کېدل : (( لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على. ))

( رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٢ مخ ) او ( على بن سلطان؛مرقاه : پينځم ټوک ،٥٦٨ مخ ) دواړو په شرح کې له ابي  رافع څخه روايت کړى چې وايي : علي،چې د احد د مشرکانو بېرغچيان ووژل؛نو حضرت جبراييل وويل : دا مواساة حقيقي مواساة دي . رسول اکرم (ص) وويل : (( اخر هغه له ما او زه له هغه يم . )) حضرت جبراييل : او زه ستاسې د دواړو يم . (مناقب احمد )

دا روايت هيثمي په مجمع ( شپږم ټوک،١١٤ مخ ) کې له طبراني او متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٤٠٠ مخ ) کې له طبراني نقل کړى دى .

(رياض النضره : دويم ټوک،٢٠٢ مخ ) وايي : ابوسعيد د شرف النبوه په کتاب کې راوړي،چې رسول اکرم (ص)، حضرت علي ته وويل : ((درې داسې څيزونه درکړل شوي،چې هيچا ته هم نه دي ورکړل شوي؛لومړى زما په څېر خسر،چې زه ستا په څېر خسر نه لرم؛دويم داچې داسې کورودانه يې درکړې،چې ما ته هاغسې نه ده راکړ شوې؛درېم دا چې د حسن او حسين په څېر زامن،چې ما ته يې هاغسې نه دي راکړي؛ خو تاسې ټول له ما او زه له تاسې يم . ))

( کنوزالحقايق مناوي : ٣٧ مخ ) داسې عبارت راوړى : (( على له ما او زه له هغه يم او علي تر ما وروسته د ټولو مؤمنانو ولي دى . )) ( طبراني ) 

(کنزالعمال : درېم ټوک،١٢٣ مخ ) د حضرت علي له خولې وايي : زيد بن حارثه،چې له مکې راته؛ نو د حمزه  سيدالشهداء لور يې هم له ځان سره راوسته . جعفر بن ابيطالب وويل : زه به يې له ځان سره کور ته بوځم او پالنه به يې کوم؛ځکه زما د تره لور او ترور يې زما کډه ده ا ترور خو د مور په څېر وي . علي وويل: زه ورته وړ يم ؛ځکه  د تره لور مې ده او ښځه مې هم د خداى د رسول لور ده او د خداى د نبي لور تر ټولو وړ ده او دا خبره پر لوړ غږ کوم،چې رسول اکرم يې له وتو مخکې واوري . زيد وويل : زه وړ يم؛ځکه  ما له مکې راوستې او ورېره مې هم ده . دا مهال پاک نبي له کوره راووت او ويې ويل : ((په تاسې څه شوي دي؟)) علي وويل:هغه مې د تره لور ده او زه يې پالنې ته وړ يم او د رسول الله لور ما ته ناسته ده او د رسول الله لور تر ټولو غوره او وړ ده او دا ماشومه هم بايد د تره له لور سره ووسي . جعفر وويل : هغه بايد له ماسره ووسي، چې هم يې د تره لور او هم يې ترور ما ته ناسته ده . زيد وويل : د سفر زحمت يې ما ګاللى او ورېره مې هم ده . پاک نبي وويل : (( ډېر ژر به بې له دې حکمه په تاسې کې ورمندون-قضاوت وکړم . )) علي وايي : همدا چې و يې ويل :  (( بې له دې))؛نو وېره مې زړه ته راغله،چې هرومرو به آيت راغلى وي،چې موږ پر لوړ غږ خبرې کړې دي . بيا د خداى رسول وويل : ((زيد بن حارثه ! ته هم زموږ او هم د نجلۍ مولا يې . )) زيد وايي : رسول الله ! خوښ شوم . جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې او له هغې شجرې پېدا شوى يې،چې زه ترې پېدا شوى يم . )) جعفر وويل : رسول الله ! زه هم خوښ شوم . بيا يې وويل : (( علي ! ته مې غوره کړاى شوى او هم امين يې؛ ته له ما او زه له تا يم . )) ورته مې وويل : زه هم خوښ شوم! د خداى رسول بيا وويل : (( خوښ به شم،چې لور مې له جعفر کره ولاړه او پالنه يې وشي،چې له ترور سره يې وي؛ځکه ترور هم د مور په څېر وي . )) ټولو وويل : رسول الله ! ټول تسليم شوو . ( له عدني،بزار او ابن جرير څخه نقل )

ليکوال : دا روايت طحاوي هم په مشکل الاثار ( څلورم ټوک،١٧٤ مخ ) کې په ټکيو کې په لږ اختلاف راوړى او په ١٧٥ مخ کې يې هم له دوو لارو په عبارت کې په لږ اختلاف نقل کړى دى . نسائي هم د خصايص په ٢٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : د خداى رسول (ص) وويل : ((علي ته زما غوره کړاى شوى او امين يې . ))

 

خوشال بابا وايي :

  په ((ولا)) که د ((علي)) رافضــــــــــي کېږي

  سکه خوشحال يې په ((ولا)) کې مشخص دى [31                                

 

له رسول الله (ص) سره د حضرت علي مقام

(صحيح نسائي؛لومړى ټوک،١٧١ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن نجي څخه او هغه هم له خپل پلار روايت کړى،چې و يې ويل : حضرت علي راته وويل : د خداى له رسول سره مې داسې منزلت او مقام درلود،چې هېڅ مخلوق نه درلود؛زه به  هر سهار ورتلم او ورته مې ويل : السلام عليک يا نبي الله ! که اجازه به يې راکړه؛نو کور ته به ورننووتم او که را به يې نه کړه؛ نو راستون به شوم .

دا روايت نسائي د خپلو خصايصو په ٣٠ مخ کې هم راوړى او ورته يې يو بل روايت هم په ٢٩ او ٣٠ مخ کې راوړى دى او احمد بن حنبل هم د خپل مسند د لومړي ټوک په ٨٥ مخ کې هم راوړى دى.

(کنزالعمال؛٦ټوک،٣٩٣ مخ ) له شعبي روايت کړى : حضرت ابوبکر،حضرت علي وليد او ورته يې وويل :څوک چې غواړي د خداى پر رسول تر ټولو ګران او ورته تر ټولو نږدې او ورسره د لوړ مقام خاوند وګوري؛ نو دې سړي ته دې وګوري( د حديث تر پايه) بيا وايي : دا حديث ابن ابي  الدنيا د الاشراف په کتاب کې له ابن مردويه او حاکم نه نقل کړى دى .

محب طبري هم دا روايت د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٣ مخ کې راوړى دى او ويلي يې دي،چې ابن اسمان هغه نقل کړى دى او ابن حجر هم د صواعق په ١٠٦ مخ کې راوړى او دار قطني او شعبي ته يې نسبت ورکړى دى . 

( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٣ مخ ) او کنزالعمال شپږم ټوک،٤٠٢ مخ وايي : له حضرت عبدالله بن حارث نه روايت دى،چې ويې ويل : حضرت علي ته مې وويل : په هغو فضيلتونو کې کوم تر ټولو غوره دى،چې تا له رسول الله مبارک سره درلود ؟ له رسول الله کره ويده وم او هغه مبارک پر لمانځه و او تر لمانځه وروسته يې راته وويل : علي ! له خدايه مې داسې څه نه دي غوښتي،چې تا ته مې ترې نه وي غوښتي او له هېڅ شره مې خداى ته پناه ته نه ده وړې؛خو داچې تا ته مې ترې له خدايه پناه غوښتې وي . بيا وايي : محاملي دا روايت راوړى دى .

ليکوال :دا روايت هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک،١١٠ مخ) کې راوړى او په پاى کې يې وايي : و يې ويل : ما چې هر څه له خدايه غوښتي؛خو يوازې يې راته ويلي : تر تا وروسته به بل پېغمبر نه راځي(اوسط طبراني )

متقي هم دا روايت د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٩ او ٣٩٢ مخ کې راوړى او په دواړو ځايونو کې يې ويلي : ابونعيم د فضايل الصحابه د کتاب په ٤٠٦مخ کې نقل کړي او وايي : ابن عاصم، ابن جرير _هغه دا حديث صحيح ګڼلى _طبراني په اوسط کې، ابن شاهين او نسائي هم د خصايص په ٣٧ او ٣٨ مخ کې له دوو لارو نقل کړى دى .

(رياض النضره :دويم ټوک،١٦٣ مخ ) وايي : حضرت ابوبکر او حضرت علي، رسول اکرم (ص) ته راغلي ول، چې حضرت علي،حضرت ابوبکر ته وويل: مخکې شه ! ابوبکر (رض) ورته وويل : زه به هېڅکله له هغه چا مخکې نه شم ،چې د خداى رسول يې په اړه  ويلي دي : ( علي ما ته داسې دى ؛ لکه زه چې خداى ته يم ) نه مخکې کېږم . بيا وايي :دا حديث ابن سمان د موافقت په کتاب کې راوړى دى . دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٦ مخ کې راوړى دى .

(د بغداد تاريخ : شپږم ټوک،١٢ مخ) وايي : له براء روايت دى،چې وايي : رسول الله مبارک وويل : علي راته داسې دى؛لکه زما سر چې ما ته دى .

دا حديث شبلنجي هم د نورالابصار په ٧٢ مخ کې راوړى او وايي : ديلمي هغه له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او همداراز ابن حجر په صواعق،مناوي په فيض القدير( څلورم ټوک،٣٥٧ مخ ) کې له خطيب له براء له ديلمي او حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

( مستدرک الصحيحين؛درېم ټوک،١٣٠ مخ ) په خپل سند له ام سلمه بي بي روايت کړى،چې وايي : پېغمبر اکرم به چې غوسه شو؛ نو په موږ کې به بې له علي هيچا ورسره خبرې نه شوې کړاى . ددې روايت سند صحيح دى .

ليکوال :دا روايت ابونعيم د حلية د نهم ټوک په ٢٢٧مخ کې او مناوي د فيض القدير د پينځم ټوک په ١٥٠ مخ کې راوړى او په شرح کې يې ورته راوړي دي : طبراني هغه له ام سلمه بي بي نقل کړى دى .

( ابن حجر عسقلاني؛اصابه : لومړى ټوک،څلورم قسم،٢١٧ مخ) د خطيب له مولف په خپل سند له حضرت انس بن مالک څخه يو حديث نقل کړى او وايي : موږ به چې هر څه د خداى له رسوله پوښتل؛نو هغه به له علي،سلمان او يا ثابت بن معاذ (رضى الله عنهم) سره مخامخولو؛ځکه په اصحابو کې دوى د نورو په پرتله د خداى رسول ته ډېر نږدې ول .

(صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالرحمان بن عبدالله  روايتوي، چې وايي : حضرت علي وويل : هر څه به مې چې د خداى له رسوله غوښتل؛نو راکول يې او که چوپ به شوم؛نو په خپله به مخکښ شو .

(طبقات؛ابن سعد، ١٠١ مخ ) وايي : يو سړي حضرت علي ته وويل : څنګه ده،چې ستا د حديثو پوهه د نورو اصحابو په پرتله غوره او ډېر ده؟ حضرت علي وويل : يوازې زه وم،چې تل د خداى له استازي سره وم او پردې سربېره،هره پوښتنه مې،چې ترې کوله ؛نو ځواب يې راکاوه او که پوښتنه به مې ترې نه کوله؛نو په خپله پر خبرو کېده او پوهه يې رازده کوله .

دا راويت يې په ١٠٦ مخ کې هم راوړى، چې پکې راغلي : حضرت علي ته مو وويل : اميرالمؤمنينه ! د خپل ځان په اړه  راته يو څه ووياست . و يې ويل : څه مې،چې له رسول الله پوښتل؛ نو هرومره يې ځواب راکاوه او چې چوپ به شوم؛ نو په خپله يې زما پوهه زياتوله. دا روايت په همدې مضمون د حلية الاولياء  د لومړي ټوک په ٦٨ مخ او د څلورم ټوک په ٣٨٢ مخ کې راغلى دى .

( فخر رازي په کبير تفسير کې ) د ( و اما بنعمة ربک فحدث ؛ الضحى : ١١) آيت تر تفسير لاندې يو روايت راوړى : حضرت علي ته وويل شول : موږ ته د ځان په اړه  يو څه ووايه . چوپ شئ ! رسول اکرم له ځان ستاينې منع کړي يو . يو سړي ورته وويل : مګر خداى نه دي ويلي : (وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ)؛يعنې کوم نعمتونه،چې خداى درکړي،خلکو ته يې ووايه .حضرت علي وويل : د نعمتونو په اړه  له خبرو نه وېرېږم او بيا يې وويل :هر څه مې چې د خداى له استازي پوښتل؛نو ځواب يې راکاوه او چې چوپ به شوم؛نو په خپله يې راته پوهه راکوله؛نو پايله يې داده،چې اوس خورا پوهه لرم او هر څه چې پوښتئ،ځواب به يې درکړل شي .

 

خوشال بابا وايي :

    که په کار دې ده د خداى پېژند ګلوي

                       پيروي د محـــــــــــــــــمد کړه د علي [32]

                                                                      

 

داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و

( صحيح بخاري د بدء الخلق د کتاب د مناقب علي بن ابيطالب په باب کې ) په خپل سند له ابراهيم بن سعد او هغه هم له خپل پلاره روايت کړى،چې وايي : رسول الله مبارک علي ته وويل : ((خوښ نه يې چې داسې راته وسې؛لکه هارون،چې موسى ته و . ))

دا روايت مسلم هم خپل صحيح  په فضايل الصحابه د فضايل علي بن ابيطالب په باب کې ،ابن ماجه د خپل صحيح په ١٢ مخ کې ،احمد بن حنبل د مسند د لومړي ټوک په ١٧٤ مخ او ابوداوود طيالسي د خپل مسند د لومړي ټوک په ٢٨ مخ کې، ابونعيم د حلية د اووم ټوک په ١٩٤ مخ کې او نسائي د خصايص په ١٥ او ١٦ مخونو کې له دوو لارو راوړى دى.

( صحيح بخاري : بدء الخلق :باب غزوه تبوک ) په خپل سند له مصعب بن سعد او هغه هم له خپل پلاره روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول الله (ص) د تبوک غزا ته ووت او علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ. علي ورته وويل : ما له ماشومانو او ښځو سره پرېږدې ؟ رسول الله (ص) ورته وويل : ايا خوښ نه يې چې ته ما ته داسې يې ؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو پر دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي ؟

ليکوال : دا حديث مسلم د خپل صحيح د فضايل الصحابه د کتاب د باب فضايل علي بن ابيطالب کې، ابوداوود طيالسي د خپل مسند د لومړي ټوک په ٢٩ ټوک کې ،ابونعيم د حلية د اووم ټوک په ١٩٥ او ١٩٦ مخونو کې له څو لارو،طحاوي له مشکل الاثار د دويم ټوک په ٣٠٩ مخ کې، احمد بن حنبل د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٨٢ مخ کې،خطيب بغدادي د د بغداد تاريخ د يوولسم ټوک په ٤٣٢ مخ کې له دوو لارو او نسائي د خصايص په ١٦ مخ کې نقل کړى دى.

 په صحيح مسلم کې سعيد بن مسيب د رسول اکرم (ص) د وينا تر نقلولو وروسته وايي : وروسته تردې چې دا خبره مې له حضرت عامر بن سعد بن ابي وقاص واورېده؛ نو زړه مې وغوښتل دا خبره پخپله هم له حضرت سعد بن ابي  وقاصه واورم؛نو همدا ول،چې يوه ورځ مې حضرت سعد بن ابي  وقاص وليد او حديث مې ورته د عامر له خولې  ټکى په ټکى ووايه او بيا مې ورته وويل : تا په خپله دا حديث له رسول الله مبارکه اورېدلى دى؟ ويې ويل : هو ! او خپل دواړه لاسونه پر خپلو دواړو غوږونو کېښوول او ويې ويل : پر دې دوو مې له رسول الله دا حديث اورېدلى او که داسې نه وي؛نو خداى دې داوړه کاڼه کړي.

پورتنۍ خبرې د ابن اثير د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٦ مخ او د خصايص نسائي په ١٥ مخ کې د عامر له ورور ابراهيم بن سعده نقل شوى دى .

(صحيح مسلم؛فضايل الصحابه :باب فضايل علي ابن ابيطالب ) په خپل سند له حضرت امر بن سعد بن ابي  وقاص او هغه هم له خپل پلاره راخستي او وايي : معاوية بن ابوسفيان، حضرت سعد ته وويل : ولې علي نه کنځې؟ ويې ويل : هرمهال، چې د علي په اړه  د رسول اکرم (ص) هغه درې خبرې رايادې شي؛نو هېڅکله به یې ونه کنځم او که په هغو درېو خبرو کې يې يوه هم زما په اړه  وه؛نو د راکړل شويو ټولو نعمتونو به راته غوره وو او هغه داچې  وا مې ورېدل ،چې رسول اکرم (ص) په خپله يوه جګړه کې حضرت علي خپل ځايناستى کړ او ورته يې وويل : خوښ نه يې چې نسبت دې راته داسې وي؛لکه د هارون چې موسى ته و؛ خو پر دومر توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي .  ( د حديث تر پايه ) چې دا هر څه د مباهلې د باب په ړومبيو کې راغلل .

دا روايت ترمذي د خپل صحيح د دويم ټوک په ٣٠٠ مخ کې، احمد بن حنبل په خپل مسند کې د لومړي ټوک په ١٨٥ مخ کې، نسائي په خصايص کې په ٤ او ١٦ مخونو کې راوړى دى . په همدې مضمون يو بل روايت ترمذي د خپل صحيح د دويم ټوک په ٣٠١ مخ کې، احمد بن حنبل د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٧٩ مخ کې، ابوداوود طيالسي د خپل مسند د لومړي ټوک په ٢٩ مخ کې ، ابونعيم د حلية د اووم ټوک په ١٩٥ مخ کې له څلور لارو او ١٩٦ مخ کې له يوې بلې لارې او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د لومړي ټوک په ٣٢٤ مخ کې ،د څلورم ټوک په ٢٠٤ او د نهم ټوک په ٣٩٤ مخ کې،نسائي د خصايص په ١٤ مخ کې له دوو لارو او په ١٥ مخ کې له درېمې لارې نقل کړى دى .

(صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠١ مخ ) په خپل سند له حضرت جابر بن عبدالله  نه په همدې مضمون او بل روايت له حضرت سعد له  حضرت زيد بن ارقم له حضرت ابي  هريره له حضرت ام سلمې نقل کړى دى او هغه روايت امام احمد بن حنبل د خپل مسند د درېم ټوک په ٣٣٨ مخ کې او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د درېم ټوک په ٢٨٨ مخ کې له دوو لارو راخستى دى .

(صحيح ابن ماجه :١٢ مخ ) په خپل سند له ابن سابط _؛يعنې عبدالرحمان له حضرت سعد بن ابي  وقاص څخه روايتوي او وايي : معاويه بن ابوسفيان حج ته راغلى و او خلک يې کتو ته راتلل،چې يو يې هم حضرت سعد بن وقاص و، چې په دې کتنه کې د حضرت علي خبره رامنځ ته شوه،چې معاويه بن ابو سفيان، حضرت علي وکنځه، حضرت سعد غوسه شو او و يې ويل : دا کنځا هغه ته کوې، چې په اړه  يې ما له رسول الله (ص) واورېدل : ((داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي ))  او ما په خپله ترې د خيبر په جګړه کې واورېدل : (( سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې خداى او رسول پرې ګران دي او هغه هم پر خداى او رسول يې ګران دى .))                      

(مستدرک الصحيحين؛دويم ټوک،٣٣٧ مخ ) د منزلت حديث له حضرت حسن بن سعد څخه روايت کړى،چې حضرت علي وويل : رسول الله (ص) راته پيغام راواستاوه، چې په مدينه کې پاتې شم او په جګړه کې ګډون و نه کړم؛ نو پيغام راوړونکي ته يې وويل : زه به هېڅکله د رسول الله (ص) پر ځاى کېننم؛ نو زه پېغمبراکرم (ص) راوغوښتم،چې د ځايناستۍ او زما د خپګان په اړه راسره خبرې وکړي؛ نو زه پر ژړا شوم،چې رسول الله (ص) راته وويل : ولې ژاړې؟ ما ورته وويل : ژړا مې له دې امله ده،چې سبا به قريش وايي،چې څومره ژر د خپل  تره د زوى ځايناستى شو او هغه يې يوازې جګړې ته ولېږه او په خپله يې په جګړه کې ګډون و نه کړ او بله دا چې د خداى په لار کې مې جهاد خوښ دى؛ځکه غواړم د توبې د سورت په ١٢١ آيت عمل وکړم او غواړم ځان د خداى په فضل کې ونغاړم . رسول اکرم (ص) را ته وويل : (( دا چې و دې ويل،چې قريش به ووايي، چې څومره ژر د خپل تره د زوى پر ځاى کېناست او ورسره يې مرسته و نه کړه؛ نو پوه شه، چې ته هم زما په څېر يې؛ما ته يې چې دروغجن او جادوګر ووايه ؛نو پرېږده چې پر تا هم تور ولګوي . آيا خوښ نه يې ته ما ته داسې وسې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي او داچې و دې ويل،چې ځان د خداى په فضل او رحمت کې رانغاړې؛نو دا څو مرچک چې له يمن يې ما ته راوړي، په بازار کې وپلوره،چې د خداى له رحمته بې برخې پاتې نشې، د مدينې حالات داسې دي،چې يا زه بايد پکې پاتې شم او يا ته . ))

  حاکم ددې حديث سند صحيح ګڼلى او سيوطي هم په درالمنثور کې د توبې د سورت د ١٢١ آيت تر تفسير لاندې له ابن مردويه له حضرت علي راوړى دى .  

(د امام احمد حنبل مسند؛لومړى ټوک :١٧٠ مخ ) په خپل سند له د حضرت سعد له لور عايشې،چې هغې هم له خپل پلار څخه نقل کړي دي : حضرت علي د رسول الله (ص) مخه ښې ته راغى او په ژړا يې ورته وويل: آيا ما له متخلفينو سره پرېږدئ ؟ رسول اکرم (ص) ورته په ځواب کې وويل : (( آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې شې؛لکه هارون چې موسى ته و؛خو پر دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.))

ليکوال : دا روايت خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د اتم ټوک په ٥٢ مخ کې،نسائي د خصايص په ١٦ او ١٧ مخونو کې له دوو لارو،سيوطي په درالمنثور کې د توبې د سورت د ٨٧ آيت تر تفسير لاندې راوړى او ويلي يې دي :دا حديث ابن مردويه له حضرت سعد بن ابي  وقاص څخه روايت  کړى او ويلي يې دي :

 (( علي د خداى له استازي سره راووت، چې ثنية الوداع ته راورسېدل او غوښتل يې چې ورسره تبوک ته ولاړ شي . ))

(د امام احمد حنبل مسند؛ لومړى ټوک : ١٧٣ مخ ) په خپل سند له حضرت سعد بن مسيب څخه روايت کړى : سعد بن مالک ته مې وويل :

غواړم  له  تا يو حديث وپوښتم؛ خو وېرېږم . راته يې وويل : ورواره ! که پوهېږې،چې زه پر هغه حديث پوهه لرم؛نو مه وېرېږه او و يې وپوښته . ورته مې وويل : رسول اکرم (ص)،چې حضرت علي په مدينه کې خپل ځايناستى کړ؛ نو څه يې ورته وويل ؟ حضرت سعد وويل : علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ او په خپله يې غوښتل تبوک ته ولاړ شي، چې علي ورته وويل : (( آيا ما له متخلفينو، ښځو او ماشومانو سره پرېږدئ ؟ رسول الله مبارک  ورته وويل : آيا خوښ نه يې،چې ما ته داسې وې؛لکه هارون چې موسى ته و؟علي ورته وويل : هو خوښ يم ! رسول اکرم، علي ته وويل : نو که داسې ده، چټک ستون شه . ))  

دا روايت احمد حنبل د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٧٥ مخ کې له سعيد بن مسيب څخه نقل کړى او همداراز په ١٧٧ مخ کې يې ويلي چې حضرت سعد بن مالک را ته له خپل پلاره يو روايت رانقل کړ او زه د هغه پلار حضرت سعد ته ولاړم او ورته مې وويل : (( ته تريو او تريخ انسان يې او غواړم  له تا څه وپوښتم.)) را ته يې وويل : څه پوښتل غواړې ؟ ورته مې وويل : د حضرت علي کيسه او دا چې پېغمبراکرم په خپله تبوک ته ولاړ او هغه يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ ! دا مهال حضرت سعد غوسه شو او را ته يې وويل : چا درته دا روايت نقل کړى دى ؟ ما نه غوښتل ورته ووايم،چې زوى دې دا کار کړى؛ځکه  کېداى شول ورته غوسه شي او تر څه ځنډ وروسته يې راته وويل : (( پېغمبر اکرم،چې غوښتل تبوک ته ولاړ شي؛نو علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ، چې علي ورته وويل : بېخي مې زړه نه غواړي تاسې يوازې جګړې ته ولاړ شئ او ما دلته پرېږدئ، چې رسول الله ورته وويل :آيا خوښ نه يې، چې ما ته داسې وسې ؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي؟))

 دا روايت احمد حنبل د خپل مسندد لومړي ټوک په ٣٣٠ مخ کې له حضرت عبدالله له حضرت سعد څخه نقل کړى،ابن سعد د طبقات د درېم ټوک او لومړي ټوک په ١٥ مخ کې او نسائي هم د خصايص په ١٧ مخ کې له دوو لارو نقل کړى دى  .

(د امام احمد حنبل مسند؛لومړى ټوک:٣٣٠ مخ ) په خپل سند له  حضرت عمرو بن ميمون څخه روايت کړى، چې ويې ويل : زه له حضرت ابن عباس سره ناست وم، چې څه کسان ورته راغلل او ورته يې وويل : يا له موږ سره يو چوپ ځاى ته ولاړ شه او يا همدا ځاى راته خالي کړه . حضرت ابن عباس ورته وويل :پخپله درسره ځم _ دا هغه وخت و، چې حضرت ابن عباس لا ړوند شوى نه و _ او په خپلو کې پر خبرو شول؛ خو موږ پوه نه شوو، چې څه وايي . ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډلې او غوسه را روان و او ويل يې : تون لعنت دې پرې وي؛ځکه داسې سړي ته کنځا کوي،چې لس ځانګړنې يې درلودې _ تر دې چې و يې ويل : خلک يې د تبوک جګړې ته بوتلل، چې علي ورته وويل : زه هم درسره درځم ؟ رسول اکرم ورته وويل : نه ! علي پر ژړا شو چې د خداى رسول ورته وويل : (( آيا خوښ نه يې،چې مقام دې راته داسې وي؛لکه د هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي؟ او سمه نه ده،چې زه له مدينې ووځم او ته مې ځايناستى نه يې)) ( د حديث تر پايه) 

دا روايت نسائئ هم د خصايص په ٨ مخ کې،محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٣ مخ کې راوړى دى او د طبري د وينا له مخې دا روايت احمد،حافظ ابوالقاسم دمشقي  ( په موافقات  او اربعين الطوال )،نسائئ او همداراز هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١١٩ ټوک کې راوړى دى او هيثمي ويلي،چې احمد او طبراني په خپلو دوو کتابونو (کبير ) او ( اوسط ) کې هم راوړى دى .

( مسند احمد بن حنبل؛شپږم ټوک:٣٦٩ مخ ) په خپل سند له موسى جهني خڅه روايت کړى،چې ويلي يې دي : د علي له لور فاطمې کره ولاړم، چې ملګري مې ابوسهل پوښتنه وکړه : څو کلن يې ؟ ورته مې وويل : شپږ اتيا کلن يم . را ته يې وويل : له خپل  پلاره دې درته کوم حديث نه دى ياد ؟ و يې ويل : حضرت اسماء بنت عميس راته وويل : رسول اکرم علي ته وويل : ((داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.))

دا روايت يې  له موسى جهني له  بلې لارې په ٤٣٨ مخ کې راوړى  او خطيب بغدادي په خپل تاريخ ( لسم ټوک،٤٣ مخ ) او ( دولسم ټوک،٣٢٣ مخ ) کې،ابن عبدالبر ( استيعاب :دويم ټوک،٤٥٩ مخ ) او نسائي په خصايص ( ١٧ او ١٨ مخ ) کې نقل کړى دى .

 ( خصايص نسائي : ١٤ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب له حضرت سعد بن ابي  وقاص څخه روايتوي، چې کله رسول الله (ص) د تبوک جګړې ته تله؛ نو علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ، چې خلکو وويل : علي ډارن دى؛نو ځکه يې نه دى بوتلى .علي سملاسي رسول اکرم ته ولاړ او ورته يې وويل : په مدينه کې مې ځکه ښځو او ماشومانو ته پرېږدې،چې خلک داسې خبرې وکړي ؟ رسول الله ورته وويل : (( که داسې مې کړي؛نو ددې لپاره وو، چې غوښتل مې ته مې په اهل کې ځايناسى يې او آيا خوښ نه يې، چې ته ما ته داسې وسې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.))

همدا روايت يې په ١٤ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى . 

( خصايص نسائي :١٧ مخ ) په خپل سند له حضرت حرب بن مالک څخه روايت کړى،چې حضرت سعد بن مالک وويل : پېغمبراکرم (ص) پر جدعاء ( د اوښ نوم ) سپور شو او حضرت علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ ؛ نو حضرت علي هم بې ځنډه ځان د رسول الله اوښ ته ورورساوه او ورته يې وويل : ((رسول الله ! قريش وايي : زه دې ځکه په مدينه کې پرېښووم، چې له خبرو مې کرکه کوئ )) او پر ژ ړا شو، چې رسول اکرم په خلکو کې په لوړ غږ وويل : (( خلکو مګر بېکاره ياست، چې داسې خبرې کوئ ! علي ! آيا خوښ نه يې،چې ما ته داسې وسې؛لکه هاورن چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.)) حضرت علي ورته وويل : رسول الله ! ولې خوښ نه يم .

(خصايص نسائي :١٩ مخ ) په خپل سند له هاني بن هاني له حضرت علي روايت کړى، چې ويلي يې دي : چې کله له مکې راووتو؛ نو د حمزه لور چغې کړې : کاکا جانه ! کاکاجانه ! نو  راوامې خسته او ورته مې وويل :راځه راسره سپره شه ؛ نو دا مهال زيد او جعفر راسره پر شخړه شول،چې ما وويل : هغه ما ته راغلې او هغه زما د تره لور ده . جعفر وويل : زما د تره لور ده او پردې سربېره، ترور يې زما کورودانه هم ده . زيد وويل : هغه زما ورېره ده. شخړه رسول اکرم ته يووړل شوه، چې بيا يې د حضرت حمزه لور خپلې ترور ته ورکړه او ويې ويل : (( ترور د مور په څېر وي )) او بيا يې علي ته وويل : ته راته داسې يې؛لکه موسى چې هارون ته و او زه له تا يم او جعفر ته يې وويل : ته په خلق او خوى کې زما په څېر يې او زيد ته يې وويل : ته زما زموږ ورور او ملګرى يې .

په دې اړه  يو بل روايت  نسائي په ٣٢ مخ کې راوړى او همداراز سعد په طبقات ( درېم ټوک؛لومړي قسم،١٤ مخ ) او د طبقات روايت ابونعيم په حلية کې (شپږم ټوک : ٣٠٧ مخ ) په لنډه راخستى او خطيب بغدادي په خپل تاريخ کې ( څلورم ټوک :٣٨٢ مخ ) او هيثمي په مجمع الزوايد کې ( نهم ټوک: ١٠٩ مخ) او احمد حنبل د خپل مسند د درېم ټوک په ٣٢ مخ کې راوړى دى .

همدې روايت ته ورته يو بل روايت ابن سعد ( درېم ټوک؛لومړى قسم :١٥ مخ ) کې له حضرت براء بن عازب او حضرت زيد بن ارقم څخه راوړى،چې بيا همدا روايت هيثمي په مجمع کې (نهم ټوک:١١١ مخ ) په لږ اختلاف نقل کړى او هغه يې طبراني ته نسبت ورکړى دى او بيا ابو نعيم د حلية د کتاب د اووم ټوک په ١٩٥ مخ کې پر همدې مضمون يو روايت له سعد بن ابراهيم له عامر بن سعد او هغه هم له خپل پلار حضرت سعد څخه روايت کړى او بيا يې د هماغه ټوک په ١٩٦ مخ کې له حضرت سعيد بن مسيب له علي څخه نقل کړى،چې پکې حضرت علي وايي : خداى دې و نه کړي، چې زه تر تاسې وروسته ژوندى پاتې شم او ستاسې ځايناستى شم،چې بيا يې رسول اکرم په ځواب کې وويل : (( آيا خوښ نه يې، چې ته ما ته داسې وسې ؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي؟))

دا روايت هم متقي په کنزالعمال کې ( شپږم ټوک:٤٠٤ مخ ) او  هم هيثمي په مجمع کې (نهم ټوک :١١٠ مخ ) له اوسط او طبراني څخه راخستى او هيثمي د سند رجال صحيح ګڼلي دي .

( د بغداد تاريخ :څلورم ټوک:٧١ مخ ) په خپل سند له مامون عباسي او هغه هم له خپل پلار هارون الرشيد له مهدي څخه روايت کړى : سفيان ثوري راغلى و، چې ورته مې وويل : د حضرت علي د فضايلو په اړه  تر ټولو غوره حديث را ته ووايه.را ته يې وويل : سلمة بن کهيل له حجية بن عدى له  حضرت علي روايت کړى، چې رسول اکرم (ص) را ته وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.))

دا روايت متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک :٤٠٢ مخ ) کې له ابن النجار څخه نقل کړى او محب طبري هم په رياض النضره (دويم ټوک :١٦٢ مخ )  کې  له حافظ سلفي څخه راخستى دى . 

( د بغداد تاريخ :اووم ټوک :٤٥٢ مخ ) په خپل سند له عمر بن خطاب (رض) څخه روايت کړى،چې يو سړي  حضرت علي ته سپکې سپورې کولې،چې ورته يې وويل : په آند مې چې منافق يې؛ځکه  د خداى له استازي مې واورېدل : (( علي ما ته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته پېغمبر نه راځي.))

  دا  روايت محب طبري هم په رياض النضره ( دويم ټوک :١٦٣ مخ کې له ابن السمان څخه راخستى دى .

( تاريخ ابن جرير طبري؛ دويم ټوک : ٣٦٨ مخ ) په خپل سند له ابن اسحاق څخه د تبوک د کيسې د نقلولو په ترڅ کې وايي : همدا چې پېغمبراکرم (ص) د تبوک پر لور روان شو ؛ نو عبدالله بن ابى  او د اهل ريب منافقينو سرغړونې پيل کړې . عبدالله بن ابى  د بني عوف او بني خزرج هم ژمنى،عبدالله بن نبيل د بني عمرو بن عوف هم ژمنى او رفاعة بن يزيد بن تابوت د بني قينقاع هم ژمنى و، چې د منافقينو مشران ول، چې تل به يې د اسلام پر خلاف دسيسې کولې ( تر دې چې وايي ) خداى دا آيت د هغوى په اړه  راولېږه : (لَقَدِ ابْتَغَوُاْ الْفِتْنَةَ مِن قَبْلُ وَقَلَّبُواْ لَكَ الأُمُورَ)؛يعنې له ډېر وخت راهيسې په دې هڅه کې ول، چې ستا پر خلاف دسيسه وکړي او چارې ګډې وډې کړي ، وايي :

 ابن اسحاق ويلي : رسول اکرم(ص) ،حضرت علي په مدينه کې پرېښود او ورته يې وويل : بايد په متخلفينو کې پاتې شې ( تردې چې ورته يې وويل ) منافقينو په  حضرت علي بن ابيطالب پسې ډنډورې پيل کړې؛ځکه يې حضرت علي په مدينه کې پرېښى،چې پر رسول الله (ص) يې خبرې بدې لګېدې،ځان يې ترې خلاص کړ او په مدينه کې يې پرېښود. دا خبرې،چې حضرت علي واورېدې؛ نو بې ځنډه يې خپله وسله راواخسته او ځان يې رسول اکرم (ص) ته  ورساوه، ويې ويل : رسول الله ! منافقين وايي : په مدينه کې دې ځکه پرېښى يم، چې دې بدې راځم او ځان راڅخه خلاص کړئ . رسول الله مبارک وويل : (( دروغ يې ويلي ! ځکه مې په مدينه کې پرېښووې،چې په نه شتون کې مې ځايناستى شې او خپل اهل ته پاملرنه وکړې . آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې وسې ؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو له پېغمبرۍ پرته ؟)) حضرت علي مدينې ته راستون شو او پېغمبراکرم (ص) ولاړ.  

( اسدالغابه:ابن اثير، پينځم ټوک،اتم مخ ) د نافع بن حارث بن کلده په ژباړه کې وايي : هغه له رسول الله څخه روايت کړى، چې حضرت علي ته يې وويل : ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و.

( کنزالعمال: درېم ټوک: ١٥٤ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي ذر نه روايت کړى : پر هغه ړومبۍ ورځ،چې خلکو له عثمان (رض) سره بيعت کاوه؛ نو مهاجر او انصار په جومات کې راټول شوي ول . حضرت علي بن ابيطالب راغى او خلکو ته يې ويل : د خداى حمد او ثنا او پر محمد او آل يې درود، هغه  تر ټولو حق خبره ده،چې هر ويونکى يې د وينا له مخې کوي او هر ناطق او قائل يې پر ژبه راوړي . (تر دې چې وايي ) آيا خبر ياست، چې رسول اکرم راته وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و )) آيا کوم بل مخلوق له رسول الله سره داسې مقام لري ؟ موږ به صبر وکړو، چې هغه چې کېدونکي دي،خداى يې په خېر تېر کړي.(د کنز ليکوال ) وايي: دا روايت ابن عساکر راوړى دى.

( کنزالعمال : پينځم ټوک، ٤٠ مخ ) وايي : چې کله رسول اکرم (ص) خپل اصحاب کرام سره ورونه کړل؛نو حضرت علي ورته وويل : زړه  او ملا دواړه مې مات شول،چې کله مې وليدل چې خپل ټول اصحاب دې سره ورونه کړل او زه دې له چا سره ورور نه کړم . رسول اکرم (ص) ورته وويل:(( پر هغه خداى قسم،چې زه يې خپل استازى کړى يم ! ته مې ددې لپاره له نورو سره ورور نه کړى،چې خپلې ورورولۍ ته مې ساتلى وې، ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛خو له پېغمبرۍ پرته،ته زما ورور او وارث يې .))

(متقي ) وايي : حضرت علي وپوښتل؟ آيا ميراث دې رارسي ؟

رسول الله (ص): هغه چې له ما مخکې پېغمبرانو ميراث پرېښود. حضرت علي وپوښتل: له تا مخکې پېغمبرانو څه ارث پرېښي وو؟رسول الله (ص) ورته وويل : د خداى کتاب او د پېغمبرانو سنت او ته او فاطمه په جنت کې له ماسره په يوه ماڼۍ کې ياست .

 ( متقي ) وايي : دا حديث احمد بن حنبل د  (( مناقب آل علي ))  په کتاب کې او ابن عساکر هم راوړى دى .

ليکوال :  متقي د کنزالعمال په ٤٠ مخ کې مفصل او محب طبري په رياض النضره ( لومړى ټوک:١٣ مخ ) کې مفصل راوړي او په پاى کې يې وايي : بيا رسول اکرم (ص) دا آيت ولوسته : (إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ) . حال داچې يو بل ته مخامخ او يو له بل سره مينه کوي،يو بل ته ګوري . (بيا متقي وايي ) : دا روايت  بغوي او طبراني په معجم کې، باوردي په معرفت کې او ابن عدى راوړى دى او محب طبري ويلي : دا روايت حافظ ابوالقاسم دمشقي په ((اربعين طوال )) کې راوړى دى .

(کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) داسې راوړي : (( آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې وسې؛ لکه هارون چې موسى ته و؟ ))  بيا وايي : دا حديث طبراني له مالک بن حويرث نقل کړى دى .

(کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) وايي : علي ! آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې وسې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ)) بيا وايي : دا حديث طبراني له حضرت اسماء بنت عميس څخه نقل کړى دى .

ليکوال : هيثمي په مجمع (نهم ټوک :١٠٩ مخ ) کې په لږ اختلاف له احمد او طبراني څخه نقل کړى دى .

(کنزالعمال : شپږم ټوک،١٨٨ مخ ) وايي : (( اى عقيله ! پر خداى چې د دوو ځانګړونو له امله مې خوښ يې؛يو د خپلوۍ له کبله او بل داچې پر ابوطالب ګران وې؛ خو ته اى جعفره ! په خلق او خوي کې زما په څېر يې؛ خو ته علي ! ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ . ))

(کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٥ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې حضرت عمر بن خطاب وويل : په علي پسې له سپکو سپورو  لاس واخلئ،چې زه ابوبکر، عبيده جراح او څو نور اصحاب (رضى الله عنهم) له رسول الله سره ناست وو، چې ما پخپله له رسول الله څخه د علي درې ځانګړنې واورېدې،چې که يوه يې هم زما وه؛نو په ځمکه او اسمانونو کې تر هر څه را ته غوره وو او هغه داسې،چې رسول الله پر علي ډډه وهلې وه او بيا يې لاس د علي پر اوږه کېښود او ورته يې وويل : ((علي ! تر پر ما په ايمان راوړو کې ړومبى يې )) او بيا يې ورته وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ او دروغجن دى هغه چې راسره مينه او درسره دښمني کوي . )) ( متقي ) وايي : دا روايت حسن بن بدر په ( ما رواه الخلفاء )، حاکم په ( الکني )، شيرازي په ( الالقاب ) کې او ابن النجار راخستى دى.

ليکوال : متقي هم د کنزالعمال په ٣٩٥ مخ کې همدا روايت له بلې لارې په لږ اختلاف نقل کړى او په پاى کې يې نشته،چې وايي : (دروغجن دى هغه ) بيا وايي : دا خبره د ابن النجار ده او همداراز محب طبري په رياض النضره(دويم ټوک:١٦٣ او ١٧٥ مخ ) کې راوړى او د هغوى په روايتونو کې هم ( دروغجن دى هغه) خبره نه ده راغلې او بيا طبري دا خبره ابن السمان ته نسبت ورکړې ده.  

(کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٥مخ ) له حضرت سعد څخه يې روايت کړى، چې و يې ويل : رسول الله (ص) د علي درې ځانګړنې بيان کړي، چې که يوه مې هم درلوده؛نو په ځمکه او اسمانونو کې تر هر څه به را ته ښه وو : (( زه او ته داسې يو؛لکه موسى او هارون ؛خو بې له پېغمبرۍ . سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې پر خداى او استازي يې ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ګران دى او هېڅکله له جګړې نه تښتي . د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . )) متقي وايي : دا روايت ابن جرير نقل کړى دى .

(کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٥مخ ) له حضرت عامر بن سعد څخه يې روايت کړى،چې و يې ويل : رسول الله د علي درې ځانګړنې بيان کړي، چې که يوه يې هم  زما وه ؛نو په ځمکه او اسمانونو کې به تر هر څه را ته ښه وو . ړومبى داچې رسول اکرم ته وحې راغله او هغه هم علي،فاطمه،حسن او حسين تر خپل څادر لاندې کړل او و يې ويل : ((خدايه !دا زما اهلبيت دي)) . دويم داچې په يوه جګړه کې يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ او علي ورته وويل : رسول الله ! ما ښځو او ماشومانو ته پرېږدئ ! رسول اکرم ورته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې ما ته موسى ته د هارون وي؛ خو له نبوت پرته ؟)) درېم داچې د خيبر د جګړې پر ورځ يې ورته وويل : (( ډېر ژر به د د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ګران دى او خداى به خيبر د هغه په لاس سوبه کړي)) ټول په تمه ول، چې پېغمبر اکرم به بېرغ ورکوي؛خو د خداى رسول هيچا ته ور نه کړ او و يې پوښتل: علي چېرته دى ؟ ورته وويل شول : سترګې يې خوږېږي . و يې ويل : ورته غږ کړئ . ولاړل او علي ته يې غږ وکړ . چې علي راغى؛ نو پاک رسول خپلې توکاڼې د علي پر سترګو وموږلې او خداى خيبر د علي په لاس فتح کړ . دا خبره په کنز کې د ابن النجار له خولې راغلې ده .

(کنزالعمال؛اتم ټوک:٢١٥ مخ ) وايي : له يحيى بن عبدالله بن حسن او هغه هم له خپل پلار روايت کړى : علي خطبه ويله، چې يو سړى پاڅېد او و يې ويل : اميرالمؤمنينه ! ما له اهل جماعت او فرقة خبر کړه، چې اهل جماعت څوک دي او اهل فرقت څوک دي ؟ اهل سنت څوک دي او اهل بدعت څوک دي ؟ حضرت علي ورته وويل : اوس چې دې پوښتنه وکړه؛نو غوږ شه  او چې تر ما وروسته دا پوښتنه له چا و نه کړ‌ې . تر دې چې وايي : د آفرين آفرين غږونه له هر لوري را پورته شول او ټولو ويل : خداى دې ټول ستا په واسطه هدايت کړي . دا مهال حضرت عمار وويل : خلکو ! پر خداى که لاروي ترې وکړئ؛ نو پوټى به مو د پېغمبر له لارې کاږه نه کړي او څنګه به مو کاږه کړي، حال داچې د رسول اکرم وارث او وصي دى او هغه ته يې افضل الخطاب ورزده کړى؛لکه څنګه چې موسى، هارون ته ور زده کړى و او رسول الله مبارک ورته وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.)) او دا هغه فضيلت دى، چې خداى پرې خپل استازى پسوللى دى . (د حديث تر پايه )

(هيثمي ؛مجمع : نهم ټوک،١٠٩ مخ ) وايي : له حضرت ام سلمې بي بي روايت دى، چې پاک نبي ،علي ته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راسره موسى ته د هارون مقام وي؛ خو بې له پېغمبرۍ))

 ( له ابويعلي او طبراني نقل شوى دى ) او همداراز د نهم ټوک په ١٠٩ مخ کې وايي :له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې رسول الله(ص)، علي ته وويل : (( آيا خوښ نه يې،چې راسره دې مقام موسى ته د هارون مقام وي؛ خو له پېغمبرۍ پرته ؟)) ( له بزار او طبراني نقل شوى دى ) او همداراز د نهم ټوک په ١٠ مخ کې وايي : له ابن عمر (رض) څخه روايت دى، چې رسول اکرم (ص)،علي ته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راسره موسى ته د هارون مقام وي؛ خو بې له پېغمبرۍ ؟)) ( له کبير او اوسط طبراني څخه نقل شوى دى ) او همداراز د نهم ټوک په ١٠٩ مخ کې وايي : له حضرت ابي  سعيد خدري روايت دى،چې د د تبوک په جګړه کې رسول اکرم(ص)، علي ته وويل : په خپل اهل کې مې خليفه کړې . علي ورته وويل: رسول الله ! وېره مې د عربو له خبرو ده، چې وايي به خپل د تره زوى يې په جګړه کې ځان ته پرېښود او په ښار کې پاتې شو . رسول الله ورته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راسره موسى ته د هارون مقام وي؛خو بې له پېغمبرۍ ؟)) ( له بزار نقل شوى دى ) .

 او همداراز د نهم ټوک په ١١٠ مخ کې وايي : رسول اکرم(ص)، علي ته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راسره موسى ته د هارون مقام وي؛ خو له  پېغمبرۍ پرته ؟)) ( له طبراني نقل شوى دى )

 ا وهمداراز د نهم ټوک په ١١١ مخ کې وايي : له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې رسول الله ،ام سلمې بي بي ته وويل : (( د علي غوښه زما غوښه ، وينه يې زما وينه او ما ته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي. ( له طبراني نقل شوى دى )

ليکوال : دا روايت متقي په کنزالعمال (شپږم ټوک :١٥٤مخ) کې راوړى  او پکې راغلي : ام سليم ! د علي غوښه زما غوښه ده.

او همداراز د نهم ټوک په ١١١ مخ کې وايي : له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې هغه مهال چې د خداى رسول خپل اصحاب کرام سره ورونه کړل او علي يې له چا سره ورور نه کړ؛نو علي په ګيله شو او ووت او له ښاره بهر يې پر څنګله سر کېښود،چې ويده شي،چې رسول اکرم ورته وويل : (( پاڅه چې له ((ابا تراب)) پرته به ښه کنيه يوه هم درته نه وي . آيا زړه ته دې ګيله راغلې،چې اصحاب مې سره ورونه کړل او ته مې له چا سره ورور نه کړې؟ آيا خوښ نه يې چې مقام دې راسره موسى ته د هارون مقام وي؛خو بې له پېغمبرۍ ؟ او پوه شه،چې چا درسره مينه وکړه؛ نو ايمان يې بشپړ دى او چا چې درسره دښمني وکړه؛ نو د جاهليت پر مرګ به مړ وي .( له کبير او اوسط طبراني څخه نقل شوى دى.

ليکوال : دا روايت متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک:١٤٥ مخ) کې راوړى دى . 

( رياض النضره :دويم ټوک،١٦٢ مخ) وايي : او له هغه _؛يعنې  له حضرت سعد _ روايت شوى چې ويې ويل : چې کله د خداى رسول جرف نومې سيمې ته ورسېد؛نو خلکو د علي په اړه  پېغور ورکړ، چې علي يې ځکه نه دى راوستى،چې بد پرې لګېده؛ نو علي هم ځان پر وسله سمبال کړ او ځان يې جرف ته ورساوه او رسول الله ته يې وويل : رسول الله ! ما تر اوسه په يوه جګړه کې هم له تاسې سرغړونه نه ده کړې او اوس منافقين وايي : ځکه دې په مدينه کې پرېښى يم،چې له ما تنګ شوي ياست.رسول الله مبارک وويل : (( دروغ يې ويلي ! ځکه مې په ښار کې پرېښووې،چې د پاتې شويو مشر شې . ستون شه ! او زما د اهل مشري وکړه . آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته موسى ته د هارون وي؛خو بې له پېغمبرۍ؟)) ( له ابن اسحاق څخه نقل شوى دى) او حافظ دمشقي په معجم کې نقل مانا کړى . (ليکوال) البته د لومړي ټوک په ١٥٦ مخ کې يې هم راوړى دى .

( رياض النضره: دويم ټوک،١٦٤ مخ ) وايي : له حضرت اسماء بنت عميس څخه روايت دى،چې حضرت جبراييل راغى او ويې ويل :  محمده ! خداى دې درباندې سلام وايي او وايي : (( د علي مقام تا ته موسى ته د هارون مقام دى ؛ خو تر تا وروسته بل پېغمبر نشته .)) ( له حضرت علي بن موسى له څخه نقل شوى دى ) .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٥ مخ ) وايي : له حضرت ابي حازم څخه روايت دى،چې ويې ويل : يو سړى معاويه ته راغى او د يوې مسئلې په اړه یې وپوښت،چې معاويه ورته وويل : ولاړ شه،علي وپوښته چې تر ما پرې ښه پوهېږي . سړي ورته وويل : ستا ځواب مې تر علي ډير خوښ دى . معاويه ورته وويل : ډېره بده خبره دې وکړه ! له هغه کرکه کوې،چې رسول اکرم په خپله پوهه ورزده کړې وه او ورته يې ويلي وو : ((ستا مقام ما ته داسې دى؛لکه د موسى چې هارون ته و؛خو تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي او عمر (رض) به هم چې کله په کومه مسئله کې پاتې راغى؛نو له علي به يې مرسته غوښته . ( د احمد له مناقب څخه نقل شوى دى )

( ذخاير العقبى :١٢٠ مخ ) وايي : له حضرت اسماء بنت عميس څخه روايت دى،چې کله د فاطمې بي بي زوى امام حسن وزېږېد؛ نو د خداى رسول راغى او و يې ويل : اسماء زوى مې راوله او ما هم حسن چې په ژېړ روڼي کې تاو راوست؛نو رسول اکرم (ص) ترې روڼى لرې کړ، و يې ويل : درته مې نه وو ويلي،چې ماشوم په ژېړ روڼي کې مه تاووئ ؟ بيا مې امام حسن په سپين روڼي کې تاو کړ، رسول الله راڅخه واخست او په ښي غوږ کې يې ورته اذان او په کيڼ غوږ کې يې ورته اقامه  وويله او بيا يې علي ته وويل : زما پر زوى دې څه نوم ايښى ؟ علي ورته وويل : زه به په دې کار کې له تاسې مخکې نه شم . پېغمبر اکرم وويل : زه هم په دې کار کې له خدايه نه مخکې کېږم،چې دا مهال جبراييل نازل شو او ويې ويل : محمده ! پالونکي دې درباندې سلام وايي او درته وايي : علي تا ته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو تر تا وروسته بل پېغمبر نه راځي؛زما استازيه ! ته هم پر خپلو زامنو د هارون د زامنو نومونه کېږده.رسول اکرم وويل : د هارون د زامنو نومونه څه ول ؟ و يې ويل : شبر . رسول اکرم وويل : زما ژبه خو عربي ده . جبراييل ورته وويل : نوم پرې حسن کېږده  او رسول اکرم هم داسې وکړل . يو کال وروسته امام حسين وزيږېد،چې پېغمبر اکرم راغى او د حسن د زوکړې د ورځ په څېر خبرې شوې،چې بيا جبراييل راغى او ويې ويل :پر هغه د هارون د زوى نوم کېږده او بيا هم رسول اکرم ورته هماغه خبره وکړه .جبراييل ورته وويل : حسين پرې کېږده . ( له حضرت علي بن موسى څخه نقل )

خوشال بابا وايي :

هر آيت چې به راته پاسه له عرشه

لا په عرش به يې علــــــــــي ومتلي

محمد چې هغه راز يې په معراج کړ

يکايک وو،د علي و ته جــــــــــــــلي

د رسول الله (ص) ورور

( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) په خپل سند له ابن عمر(رض) څخه روايت کړى،چې رسول اکرم (ص) خپل اصحاب کرام سره ورونه کړل. حضرت علي په ژړا رسول الله (ص) ته راغى او ورته يې وويل : رسول الله ! ټول اصحاب دې سره ورونه کړل؛ خو زه دې له چا سره ورور نه کړم ؟ رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((ته په دنيا او اخرت کې زما ورور يې .))

 همدا روايت حضرت زيد بن اوفي هم نقل کړى دى.

ليکوال : دا روايت حاکم ( درېم ټوک : ١٤ مخ ) او مناوي په کنوز الحقايق کې په لنډه راوړى دى او عبارت يې دادى : (( علي په دنيا او اخرت کې زما ورور دى .))

(صحيح ابن ماجه : دولسم مخ ) په خپل سند له عباد بن عبدالله له حضرت علي روايت کړى،چې ويلي يې دي : (( زه د رسول الله ورور او صديق اکبر يم او که چا هم تر ما وروسته داسې وويل؛ نو دروغجن به وي؛ ما تر ټولو اوه کاله مخکې لمونځ کړى و . ))

ليکوال : دا روايت حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک:١١١ مخ )، ابن جرير طبري په خپل تاريخ ( دويم ټوک : ٥٦ مخ ) ، نسائي په خصايص ( ٣ او ١٨ مخونو ) او متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک : ٣٩٤ مخ ) راوړى او ويلي يې دي : دا روايت ابن شيبه او نسائئ په خصايص،ابن ابي  عاصم په السنه او عقيلي،حاکم،ابونعيم په المعرفه کې نقل کړى او متقي هم په کنزالعمال کې نقل کړى دى او په پاى کې يې ويلي : (( له دروغجن پرته به تر ما وروسته هېڅ څوک دا خبره نه کوي .))  او يو سړي،چې دا خبره کړې وه؛بيا لېونى شو ( له عدني څخه نقل ) محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک : ١٥٥ مخ ) له قلعي روايت  کړى دى

( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک،١٤ مخ ) په خپل سند له ابن عمر (رض) څخه روايت کړى،چې رسول الله مبارک خپل اصحاب سره ورونه کړل؛ عمر يې له ابوبکر، طلحه له زبېر، او عثمان بن عفان  يې له عبدالرحمن بن عوف (رضى الله عنهم) سره ورور کړل، چې دا مهال حضرت علي وويل : رسول الله (ص) ! خپل ټول اصحاب دې سره ورورنه کړل؛زما ورور څوک دى ؟ رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((علي ! آيا خوښ نه يې،چې زه دې ورور شم؟)) ابن عمر(رض) وايي : علي تکړه او مېړنى و او ويې ويل : ولې خوشحاله نه يم اى د خداى رسوله ! پېغمبر اکرم ورته وويل : (( ته په دنيا او اخرت کې زما ورور يې .))

ليکوال : دا روايت محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٧ مخ ) کې راوړى او يلي يې دي،چې له قلعي يې نقل کړى دى . 

( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک،126 مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس راخستي دي : د رسول الله په ژوندون حضرت علي وويل : ستر واکمن وايي : (أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ _؛يعنې که آيا هغه مړ او يا ووژل شي؛نو بېرته به ستانه شئ ) پر خداى قسم،چې وروسته به ستانه نه شو، سره له دې،چې خداى موږ ته هدايت کړى؛خو که هغه مبارک مړ او يا ووژل شي؛نو پر هماغه  لار به وينه تويې کړو، چې هغه تويې کړې، چې موږ هم ومرو او پر خداى قسم،چې زه د رسول الله ورور،ولي، د تره زوى او د هغه د پوهې وارث يم او څوک به تر ما وړ وي .

ليکوال : دا روايت نسائي په خصايص ( ١٨ مخ )، محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک:٢٢٦ مخ ) کې نقل کړى او ويلي يې دي، چې دا روايت احمد هم په مناقب کې ،هيثمي په مجمع ( نهم ټوک :١٣٤ مخ ) کې نقل کړى او ويلي يې دي :طبراني نقل کړى او ټول رجال يې صحيح دي .

( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک،١٥٩ مخ ) په خپل سند له حضرت اسماء بنت عميس نه راخستي،چې وايي : زه د فاطمې بي بي د واده پر شپه له بي بي کره وم او همداچې سهار شو؛ نو رسول الله (ص) د وره مخې ته راغى او يې ويل : ام ايمن ! علي ته غږ کړه،چې راشي . ام ايمن ورته وويل : رسول الله (ص) ! سره له دې،چې علي مو ورور دى؛ نو بيا مو هم ورته خپل لور ورکړه؟رسول الله (ص) راته وويل: هو ! دا مهال علي راغى او رسول اکرم (ص) ورته پر مخ اوبه پخنک کړې او دعا يې ورته وکړه او بيا يې ورته وويل : فاطمې ته غږ کړه،چې راشي ! فاطمې له شرمه سم ګام نه شو اخستى او پښه يې خويېده .رسول اکرم (ص) وويل :(( ورو ګام اخله، چې ته مې په اهلبيتو کې تر ټولو راباندې ګران ته واده کړې يې . )) 

ليکوال : ابن سعد هم په طبقات کې د حضرت علي او حضرت  فاطمې د واده په باب نقل کړى،چې پکې راغلي،چې رسول اکرم  (ص)ور وواهه او ام ايمن ورته ور خلاص کړ،چې د خداى رسول (ص) وپوښتل : (( ورور مې چېرته دى )) ؟ ام ايمن ورته وويل : څنګه دې ورور دى،چې خپله لور دې هم ورکړې ده ؟ رسول الله (ص) وويل :  (( هو هغه زما ورور دى.)) تر دې چې وايي : ((فاطمې! ستا حق مې ښه پر ځاى کړى؛ځکه  ته مې په اهلبيتو کې تر ټولو راباندې ګران ته واده کړې يې .)) او بيا يې همدا روايت په ١٥ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى .

 ( متقي؛کنزالعمال : اووم ټوک،١١٣ مخ ) د همدې کيسې روايت نقل کړى،چې پکې راغلي : پېغمبراکرم (ص) راغى او و يې ويل : (( ورور مې دلته دى ؟)) ام ايمن وويل :ورور دې ؟ په رښتيا دې ورور دى ؟ هغه دې څنګه ورور دى، چې خپله لور دې ورکړې ده . رسول الله وويل :  (( هو هغه مې ورور دى .))

( هيثمي؛مجمع الزوايد:نهم ټوک،٢٠٥ ) همدا کيسه يې نقل کړې، چې پکې راغلي دي : رسول اکرم (ص) وپوښتل : ورور مې دلته دى ؟ام ايمن وويل : ورور دې؟ سره له دې، چې خپله لور دې ورکړې ؟ هيثمي وايي : دا روايت طبراني هم نقل کړى او د هماغه کتاب په ٢٠٩ مخ کې يې يو بل روايت هم نقل کړى،چې د خداى رسول راغى او ويې پوښتل : ورور مې  دلته دى؟ ام ايمن _ چې د حضرت اسامة بن زيد مور او حبشي او صالحه ښځه وه_ وويل : رسول الله ! دا ستا ورور دى، سره له دې،چې خپله لور دې هم ورکړې ده ؟ پخوا رسول اکرم (ص) خپل اصحاب سره دوه په دوه ورونه کړي ول او حضرت علي يې خپل ورور کړى و؛ نو رسول اکرم (ص) ورته وويل :  (( هو! داسې هم کېداى شي )) او په ٢١٠ مخ کې يې درېم حديث راوړى،چې پکې راغلي : بيا يې وويل : ام ايمن ورور ته مې غږ کړه،چې راشي . ام ايمن وپوښتل : هغه دې ورور دى او بيا دې هم لور ورکړې ده ؟. 

نسائي هم د خصايص په ٣٢ مخ کې په همدې اړه  يو حديث راوړى، چې پکې راغلي : پېغمبراکرم (ص) په وره کې و او و يې پوښتل : ورور مې دلته دى؟ ورور دې هم دى او لور دې هم ورکړې ؟ رسول الله (ص) :هو! داسې هم کېداى شي .

(د امام احمد بن حنبل مسند :لومړى ټوک،١٥٩ مخ ) په خپل سند له ربيعة ابن ناجذ له روايت کړى،چې حضرت علي وويل : رسول اکرم (ص) د عبدالمطلب ټول ټبر راټول کړ او داسې کسان هم پکې ول، چې ځان ته به يې يو چېلى خوړ او درې منه اوبه به يې څښلې او بيا وايي : پېغمبراکرم(ص) د يو کيلو هومره خواړه چمتو کړي ول؛ټولو وخوړه او ټول ماړه هم شول؛خو بيا هم خواړه پاتې وو،ګواکې بېخي چا ترې خوړلي نه وي او بيا يې وويل : د عبدالمطلب زامنو ! مبعوث شوى يم، په تېره تاسې ته او بيا ټولو خلکو ته او تاسې پر دې معجزه پوه شوئ؛نو اوس په تاسې کې څوک دى،چې بيعت راسره وکړي،چې هغه خپل ورور او وصي کړم ؟ حضرت علي وايي : بې له ما څوک اوچت نه شو _حال داچې تر ټولو کوچنى وم _ رسول اکرم وويل : کېنه ! او دا خبره يې را ته درې ځل وکړه او درې واڼه ځلې زه اوچت شوم او هغه به راتله ويل :کېنه !   

او په درېم ځل يې زما لاس په خپل لاس کې ونيو او ما ورسره بيعت وکړ .

 ليکوال : دا روايت هيثمي هم په مجمع ( اتم ټوک:٣٠٢ مخ ) راوړى او ويلي يې دي،چې ټول رجال يې ډاډمن دي او همداراز ابن جرير طبري هم د خپل تاريخ د دويم ټوک په ٦٣ مخ کې راوړى او د هغه په نقل کې پېغمبراکرم (ص) وايي : (( چې زما ورور،وصي او وارث شي )) او محب طبري هم په رياض النضره (دويم ټوک:١٦٧ مخ ) کې رواړى او يلي يې دي، چې دا روايت احمد په مناقب او نسائئ د خصايص په ١٨ مخ کې راوړى او په وروستي نقل کې يې راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل:(( په تاسې کې څوک راسره بيعت کوي،چې زما ورور،وصي او وارث شي؟ )) تر دې چې حضرت علي وايي : ؛نو ځکه زه د خپل د تره زوى وارث شوم او تره مې د هغه وارث نه شو .

 متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک:٤٠٨ مخ ) کې راوړي او ويلي يې  دي : احمد بن حنبل،ابن جرير او ضياء مقدسي نقل کړى او همداراز د هماغه ټوک په ٤٠١ مخ کې يې راوړي : ((څوک دى، چې بيعت راسره وکړي،چې زما ورور او تر ما وروسته زما  وصي شي؟ بيا مې خپل لاس مخکې کړ او ورته مې وويل : زه درسره بيعت کوم. )) او بيا وايي : دا روايت ابن مردويه هم نقل کړى دى .

( د امام احمد بن حنبل مسند:لومړى ټوک،٢٣٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى : چې کله پېغمبر اکرم(ص) له مکې ووت؛نو حضرت علي د حضرت حمزه لور له ځان سره له مکې بوتله، چې بيا په دې اړه  حضرت جعفر او حضرت زيد ،رسول اکرم (ص) ته ګيله وکړه. حضرت علي وويل : هغه زما د تره لور ده او له مکې څخه مدينې ته راوستې ده . حضرت جعفر وويل : زما د تره لور هم ده او ترور يې زما کورودانه ده. حضرت زيد وويل: هغه زما ورېره ده _ زيد او حمزه د رسول الله (ص) په حکم ورونه شوي وو _ رسول اکرم(ص)، زيد ته وويل : ته زما او د هغې مولا يې. حضرت علي ته يې وويل :ته زما ورور او وصي يې او جعفر ته يې وويل: ته په خلق او خوى کې زما په څېر يې او بيا يې د حمزه لور له جعفر سره ولېږله،و يې ويل : بايد له خپلې ترور سره وي . 

ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩١ مخ کې په لنډه له ابن النجار څخه راخستى دى .  

( طبقات ابن سعد؛اتم ټوک،١١٤ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويې ويل : حضرت عمارة بنت حمزه بن عبدالمطلب چې مور يې سلمى بنت عميس وه،په مکه کې وه؛ نو چې کله پېغمبراکرم (ص) مدينې ته راغى؛ نو حضرت علي يې په اړه له رسول اکرم (ص) سره خبرې وکړې؛چې د حضرت حمزه پلار مړې لور بايد په منافقينو کې پاتې نشي، او بيا حضرت علي هغه له مکې راوايسته . حضرت زيد بن حارثه _ چې د حضرت حمزه وصي و او رسول اکرم له حمزه سره ورور کړى و _ ادعا وکړه،چې زه تر ټولو وړ يم، چې د حمزه د لور پالنه وکړم؛ځکه زما ورېره ده او دا خبره چې جعفر بن ابيطالب واورېده؛ نو و يې ويل : ترور هم د مور په څېر وي او زه د حمزه د لور پالنې ته وړ يم؛ ځکه  ترور يې اسماء بنت عميس زما کورودانه ده . حضرت علي وويل : تمه مې نه درلوده،چې زما د تره د لور په پالنه کې راسره شخړه وکړئ او بله دا چې هغه خو ما له مکې راايستې ده . رسول اکرم (ص) وويل : زه به په تاسې کې حکم وکړم . زيده ! ته د هغې او زموږ مولا يې . علي ! ته زما ورور او وصي يې . جعفره! ته په خلق  و خوى کې زما په څېر يې او دا چې د عمارة ترور تا ته ناسته ده؛ نو د ترور په شتون کې يې نور څوک نشي بوتللى؛ نو عمارة يې ته له ځان سره بوځه .

ليکوال : دا روايت متقي د کنزالعمال د درېم ټوک په ١٢٤ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : له ابن عساکر يې راخستى دى .

(ابن سعد؛طبقات :درېم ټوک،لومړى قسم، ١٣ مخ ) په خپل سند له محمد بن عمر بن علي بن ابيطالب څخه روايت کړى : چې کله د خداى استازى راغى؛ نو ځينې مهاجر يې له مهاجرو او ځينې يې له انصارو سره ورونه کړل او دا خبره د بدر تر جګړې مخکې وشوه،چې په حقوقو کې مساوات وساتل شي او حضرت علي يې هم خپل ورور کړ .

ليکوال : ابن سعد په ١٤ مخ کې يو بل حديث راخستى او د محمد بن عمر بن علي له خولې يې راوړي،چې کله د خداى رسول خپل اصحاب سره ورونه کړل؛ نو لاس يې د حضرت علي پر اوږه کېښود او بيا يې وويل : (( ته زما ورور او ميراث مې دررسي او ستا ما ته رارسي))؛ خو چې کله د ارث آيت راغى؛ نو دا ډول ارث له منځه ولاړ .

سيوطي په درالمنثور کې د [ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ(انفال/۷۲)] دآيت تر تفسير لاندې ويلي : ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې رسول اکرم (ص) مسلمانان سره ورونه کړل؛حمزه بن عبدالمطلب يې له زيد بن حارثه، عمر بن خطاب او معاذ بن عفراء، زبير بن عوام او عبدالله بن مسعود،ابوبکر او طلحة، عبيدالله او عبدالرحمان بن عوف او سعد بن ربيع (رضى الله عنهم) يې سره ورونه کړل او نورو اصحابو ته يې وويل : تاسې هم دوه په دوه سره ورونه شئ او دا_؛يعنې علي بن ابيطالب _ هم زما ورور دى .

سيوطي په درالمنثور کې د (رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي) د آيت تر تفسير لاندې ليکلي : چې کله د (وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي

 ) آيت راغى ؛ نو د خداى استازى پر يوې غونډۍ و او و يې ويل : (( پالونکيه ! ورور مې علي هم  زما ملاتړ کړه )) او خداى يې هم دعا ومنله .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٤ مخ ) وايي : د حضرت علي وينا ده : رسول اکرم(ص)، عمر او ابوبکر، حمزه او زيد، عبدالله بن مسعود او زبير بن عوام او عبدالرحمان بن عوف او سعد بن مالک (رضى الله عنهم) او زما او خپله ورورولي يې کړه . ( په خلعيات کې له خلعي او بيهقي، عقيلي او سعد بن منصور راغلى دى )

ليکوال : دا روايت محب طبري په رياض النضره (لومړى ټوک،١٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي :دا روايت خلعي نقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٤٠٠ مخ ) وايي : له ابي  رافع له ابي  ثمامه روايت دى،چې و يې ويل : چې کله رسول الله (ص) اصحاب سره ورونه کړل؛ نو حضرت علي يې خپل ورور کړ( ابن عساکر) البته  هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک،١١٢ مخ ) کې له ابي  امامه نقل کړي او ويلي يې دي :دا روايت طبراني هم نقل کړى او مناوي هم د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٥ مخ کې د طبراني له اوسط او ديلمي نقل کړى دى . 

( کنزالعمال : درېم ټوک،١٥٥ مخ ) وايي : له  زافر مردي له حارث بن محمد له ابي  طفيل له عامر بن واثله روايت دى،چې ويلي يې دي : د شورا پر ورځ په وره کې ولاړ وم،چې شور زوږ شو او وامې ورېدل،چې حضرت علي وويل : خلکو له حضرت ابوبکر سره بيعت وکړ او پر خداى قسم، چې زه ترې وړ وم؛خو څه مې و نه ويل او اطاعت مې يې وکړ؛ځکه  د خلکو له ستنېدو مې وېره درلوده او بيا خلکو تر حضرت ابوبکر وروسته له حضرت عمر سره بيعت وکړ او بيا مې هم څه و نه ويل؛ځکه د خلکو له ستنېدو او کورنۍ جګړې وېرېدم او تردې وروسته غواړئ له  حضرت عثمان سره بيعت وکړئ؛خو بيا به هم څه و نه وايم او لاروي به وکړم؛که څه هم په دې پينځه کې يې شپږم شمېرلى يم  او په هېڅ فضيلت او وړتيا راته نه دي قايل او دا پينځه هم زما لپاره په هېڅ ډول فضيلت قايل نه دي او موږ ټول په حکومت کې سره برابر يو؛خو پر خداى قسم که غوښتل مې چې خبره وکړم او ځان معرفي کړم او خپل فضايل وشمېرم؛ نو نه به يې عرب ، نه عجم، نه مشرکين او نه به يې کتابيان رد کړاى شي او بيا يې وويل : پر خداى مو قسم ،چې په ناستو کې بې له ما بل د رسول اکرم ورور شته ؟ ورته وويل شول : نه ! . 

( کنزاالعمال : درېم ټوک، ١٥٤ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي ذر څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : چې کله د حضرت عثمان د بيعت ړومبۍ ورځ شوه؛ نو مهاجر او انصار په جومات کې راټول شول او حضرت علي بن ابيطالب هم راغى او په خطبه کې يې د خداى تر ستاينې او پر رسول الله (ص) تر درود وروسته وويل : پر خداى مو قسم آيا خبر ياست،چې رسول اکرم (ص) وويل :_چې کله يې زه اووم اسمان ته بوتلم _زه يې د رڼا درجې ته پورته کړم او د نور له حجابونو يې تېر کړم او بيا هلته سبحان پالونکي خپل استازي ته وحې وکړه او په راتګ کې يې د پردې تر شا يو غږ واورېد : محمده ! څومره ښه و ستا پلار ابراهيم او څومره ښه دې ورور دى علي ؟ نو مهاجرو او انصارو ! پر دې مانا پوهېږئ که نه ؟ حضرت عبدالرحمان بن عوف په ډله کې وويل : هو دا خبره مې پردې دوو غوږونو له رسول الله (ص) اورېدلې که نه مې وي اورېدلې؛نو کاڼه دې شي .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٢٢ مخ ) وايي : د قيامت پر ورځ به له عرشه غږ  شي : محمده ! څومره ښه و  پلار دې ابراهيم او څومره ښه و ورور دې علي . ( رافعي له علي څخه نقل کړى )

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٦١مخ ) وايي : چې کله يې اووم اسمان ته بوتلم؛ نو جبراييل راته وويل : محمده مخکې ولاړ شه، چې داسې کرامت لا د يوې پرښتې او پېغمبر هم نه دى په برخه شوى؛ نو خداى مې راته وحې وکړه . د راستنېدو په تکل کې وم، چې له حجابونو هخوا راباندې غږ وشو : څومره ښه دې ستا پلار ابراهيم او څومره ښه دى ستا ورور علي؛نو په هکله  يې ښه سپارښتنې وکړه ( د حديث تر پايه ) دا روايت يې په ٤٢٣ مخ کې هم راوړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٣٩٥ مخ) وايي : له حضرت جابر څخه روايت دى،چې وا مې ورېدل،چې حضرت علي لاندې شعرونه پاک نبي ته وايي :

انا اخوا المصطفى لا شک فى نسبى    معه ربيت و سبطاه هما ولدى

جدى و جد رسول الله منفرد                      و فاطم زوجتى لا قول ذى فند

صدقته و جميع الناس فى بهم                من الضلالة و الاشراک و الکند

فالحمد لله شکرا لا شريک له                 البر بالعبد و الباقى بلا امد

يعنې زه د  مصطفى ورور يم او زما په نسب کې څوک شک نه لري له هغه سره روزل شوى يم او دوه سبطه يې زما زامن دي، زما او د رسول اکرم نيکونه يو دي ،فاطمه مې کورودانه ده او دا بې ځايه خبره نه ده ، ما هغه په داسې وخت کې تصديق کړ،چې ټول خلک په تياره او شرک ککړ وو؛ نو د شکر لپاره د خداى ستاينه کوم،هغه خداى چې شريک نه لري او پر خپلو بندګانو احسان کوي او بې له هغه نور هېڅ څوک پاتې شوني نه دي .

پېغمبراکرم (ص) موسکې شو او و يې ويل : (( سمه دې وکړه علي )) ( له ابن عساکر څخه نقل شوې وينا ده )

( کنزالعمال : درېم ټوک ،٦١ مخ ) وايي : له ابن عمر (رض) څخه راويت دى چې وايي : په حجة الوداع کې پېغمبر اکرم(ص) پر اوښ سپور و او  د حضرت علي پر اوږه يې لاس کېښود او وا مې ورېدل،چې داسې يې وويل : خدايه ! ته يې مل شې، ما خلکو ته ورسول ؛ دا زما ورور، د تره زوى، زوم او زما د زامنو پلار دى؛ نو خدايه ! دښمنان يې د اور په لمبو کې وسوځوې .( له ابن نجار څخه نقل شوى دى )

ليکوال : دا روايت يې د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې هم راوړى دى،چې پکې راغلي دي : ((خدايه ! شاهد وسه ، ما خلکو ته ورسول .)) دا روايت شيرازي ( د القاب په کتاب کې ) او ابن النجار له ابن عمر (رض) څڅه روايت کړى او لرې هم نه ده،چې د ( اشدد : مل يې شه ) ټکى،چې په ړومبي روايت کې و، د هماغه ( اشهد : شاهد وسه ) تصحيف او سم شوى وي،چې په دويم روايت کې راغلى او په مطبعه کې غلط چاپ شوى وي.

 ( رياض النضره : لومړى ټوک،١٣ مخ ) د حضرت زيد بن ابي اوفي وينا راخستې،چې وايي : رسول الله مبارک په جومات کې ناست و، چې زه هم راغلم او وا مې ورېدل،چې وايي : پلانى د پلاني زوى چېرته دى ؟ او بيا يې خپل يو يار ته اشاره وکړه، چې ولاړ شه او را پېدا يې کړه او ټول هغه چې په غونډه کې نه وو،يو يو يې را يېدا کړ او چې راټول شول ؛ نو رسول اکرم (ص) د خداى ستاينه وکړه او بيا يې وويل : غواړم  يو حديث درته ووايم ،ټول غوږ شئ، ياد يې کړئ او راتلونکيو ته يې هم ووياست : خداى په خپلو مخلوقاتو کې ځينې غوره کړل  او بيا وويل : (( الله يصطفى من الملائکة رسلا )) او په خلکو کې يې هم ځينې غوره کړل،چې جنتيان يې کړي او زه به هم په تاسې کې هغه چې راباندې ګران دى، غوره کړم او نور ټول به سره دوه په دوه ورونه کړم؛لکه څنګه چې خداى پرښـتې دوه په دوه سره ورونه کړي دي ( بيا د مواخات کيسه کوي تر دې چې وايي  ) حضرت علي وويل : زړه  او ملا مې ماته شوه،چې کله مې وليدل،چې ټول اصحاب دې سره ورونه او زه دې له چا سره ورور نه کړم؛ نو که له ما خپه يې؛نو څومره غوسه چې دې خوښه وي،راباندې يې وکړه . پاک نبي ورته وويل : پر هغه خداى قسم، چې زه يې مبعوث کړى يم؛ځکه مې له چا سره ورور نه کړې،چې خپل ورور دې کړم؛ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ او ته زما ورور او وارث يې . حضرت علي وپوښتل : رسول الله ! ايا ميراث دې رارسي؟ رسول الله (ص) : هماغه ميراث، چې تر ما مخکې پېغمبرانو پرېښى و. حضرت علي بيا وپوښتل : تر تا مخکې پېغمبرانو څه په ميراث کې پرېښي ول؟ پاک نبي وويل : د خداى کتاب او خپل سنت او ته او لور به مې په جنت کې له ماسره په يوه ماڼۍ کې ياست  او بيا يې دا آيت ووايه  : (إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ) او ويې ويل : د خداى په لار کې يو له بل سره مينه کوي او يو بل ته ګوري . ( د اربعين طوال په کتاب کې له حافظ ابوالقاسم دمشقي څخه روايت شوى دى ) امام احمد حنبل هم د مناقب آل علي په کتاب کې د مواخات د حديث مانا په لنډه نقل کړې ده .  

ليکوال :دا روايت متقي هم ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٤٠ مخ ) راخستې او وايي : بغوي او طبراني په معجم او باوردي د الموقت په کتاب او ابن عدى نقل کړى او سيوطي هم په درالمنثور د ((اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا)) د آيت تر تفسير لاندې او د حج د سورت په پاى کې يې تر نقلولو وروسته ويلي : ابن عساکر او ابن قانع نقل کړى دى .

   دا روايت متقي  ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٤٠ مخ ) په لنډه راخستى او وايي : احمد بن حنبل د مناقب آل علي په کتاب کې ،ابن عساکر او محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٩ مخ  کې د دويم ځل لپاره په لنډه راخستى او ويلي يې دي : له حضرت زيد ابن اوفي روايت دى،چې ويلي يې دي : د خداى رسول، علي ته وويل : ته او فاطمه به راسره په جنت کې په يوه ماڼۍ کې وسئ ، ته مې ورور او  ملګرى يې او بيا  يې ((إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ)) ووايه . ( نقل له مناقب احمد )

( رياض النضره : لومړى ټوک،١٥ مخ ) وايي : ابن اسحاق د اصحابو تر منځ د ورورلۍ خبره داسې کړې ده : رسول اکرم _ هغسې چې موږ ته رارسېدلي دي _ وويل : دوه په دوه سره ورونه شئ او بيا يې د حضرت علي لاس ونيو او و يې ويل : (( دا زما ورور دى )) او رسول الله (ص) او حضرت علي سره ورونه شول او حضرت جعفر بن ابيطالب او حضرت معاذ بن جبل ( د بني سلمه هم ژمنې ) او همداراز نور ټول  اصحاب سره دوه په دوه ورونه شول .

( رياض النضره : لومړى ټوک،١٧ مخ ) وايي : ابوعمرو بن عبدالبر وايي : پاک نبي ړومبى مهاجر او بيا انصار سره ورونه کړل او دوه دوه يې چې ورونه کول، حضرت علي ته يې  ويل : (( ته په دنيا او اخرت کې زما ورور يې )) او حضرت علي يې له ځان سره ورور کاوه .  

( رياض النضره : دويم ټوک،١٦٨ مخ ) وايي : له عمرو بن عبدالله له پلار او له نيکه يې روايت دى،چې د خداى رسول(ص) ټول خلک سره ورونه کړل او حضرت علي يې له چا سره ورور نه کړ او تر پايه بې وروه پاتې شو؛ نو دا مهال حضرت علي، رسول الله مبارک ته وويل : ټول دې سره ورونه کړل او زه دې بې وروره پرېښـووم ! رسول اکرم (ص) ورته وويل : خبر يې چې ولې؟ځکه ته مې خپلې ورورولۍ ته پرېښى يې؛ته زما او زه ستا ورور يم او چا چې درته څه وويل؛نو ورته ووايه،چې زه د خداى بنده او د رسول الله ورور يم او له دروغجن پرته بل څوک داسې خبره او ادعا نشي کولاى. ( مناقب احمد )

ليکوال : دا روايت متقي هم ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ١٥٣ مخ ) راخستى او ويلي يې دي : ابن عدى په کامل کې راوړى او همداراز متقي هم په 399  مخ کې په لږ اختلاف له ابويعلي نقل کړى دى .

( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠١ مخ ) وايي : له مخدوج بن زيد ذهلي روايت دى،چې ويلي يې دي : (( رسول الله مبارک، حضرت علي ته وويل : خبر يې چې زه ړومبى تن يم،چې په قيامت کې به راته غږ کېږي ( حديث ته دوام ورکوي،تردې چې د لواء الحمد خبرې ته رارسي او وايي : )  درسره به لواء وي او حال داچې حسن به دې ښي اړخ او حسين به دې کيڼ اړخ ته وي،د عرش سيوري ته به راورسئ او هلته به زما او د ابراهيم ترمنځ ودرېږئ او بيا به د جنت جامې درواغوندي او له عرشه به غږ شي : ابراهيم څومره ښه پلار او علي څومره ښه ورور دى ؛ علي ! نو زېرى دې پر تا وي،چې په بشپړ درناوي درته جنتي جامې در اغوندي ، غږ درباندې کوي او انعام درکوي ))  ( مناقب احمد )

( ذخاير العقبى : ٩٢ مخ ) وايي : له حضرت انس بن مالک څخه روايت دى : د خداى رسول پر منبر کېناست او ډېر څه يې وويل او بيا يې وويل : علي بن ابيطالب چېرته دى ؟ دا مهال علي له ځايه پاڅېد او و يې ويل : دلته يم د خداى رسوله ! رسول اکرم خپلې سينې ته رانږدې کړ، دوه سترګې يې ورښکل او پر لوړ غږ يې وويل : مسلمانانو ! دا مې ورور، د تره زوى، زوم، زما غوښه، وينه او وېښتان دي . زما د دوو سبطو حسن او حسين پلار دى،چې د جنتي ځوانانو ښاغلي دي . ( د حديث تر پايه )

( اسدالغابه : درېم ټوک ،٢١٧ مخ ) يو حديث د حضرت عبدالرحمان بن عويم ساعدة انصاري ( چې يو داسې تن و، چې د خداى د رسول او له هغه څخه په وروسته وخت کې هم و ) په سند نقل کړى او ويلي يې دي : رسول اکرم (ص) حکم وکړ،چې دوه په دوه سره ورونه شئ او بيا يې له لاسه ونيو او و يې ويل : (( دا زما ورور دى )) .

( استيعاب،دويم ټوک،٤٦٠ مخ ) په خپل سند له حضرت جابر څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : دويم خليفه، چې ټپي شو؛نو د خليفه ټاکل يې د علي ، عثمان، عبدالرحمان بن عوف، طلحه،سعد بن ابي وقاص او زبېر (رضى الله عنهم) شورا ته پرېښودل،چې حضرت علي ورته وويل :  ((پر خداى مو قسم آيا په تاسې کې څوک شته،چې له رسول الله سره يې ورورولي وي؟)) ورته وويل شول : نه ! ( استيعاب وايي : ) له ځينو اصحابو کرامو هم روايت شوي،چې حضرت علي وويل : ((زه د خداى بنده او د رسول الله ورور يم او که بې له ما چا دا خبره وکړه؛نو دروغجن به وي .)) 

( حلية الاولياء : اووم ټوک، ٢٥٢ مخ ) په خپل سند د حضرت جابر بن عبدالله وينا راخستې،وايي : د خداى نبي وويل : (( د ځمکې او اسمانونو تر پنځونې دوه زره کاله مخکې يې د جنت پر وره يې ليکلي وو :  لا اله الا الله ، محمد رسول الله ،على اخو رسول الله ))  

ليکوال : دا روايت خطيب بغدادي هم په خپل تاريخ ( اووم ټوک،٢٨٧ مخ ) او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٩ مخ کې له د خطيب د  (المتفق و المتفرق ) له کتابه نقل کړى دى . ابن جوزي هم ( ٣٩٨ مخ ) کې له ابن عساکر نقل کړى او مناوي هم په فيض القدير ( دويم ټوک،١٥٩ مخ ) کې د طبراني له اوسطه نقل کړى او او محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٥٩ مخ کې د احمد له مناقبو نقل کړى دى.

 ( د بغداد تاريخ: دولسم ټوک، ٢٦٨ مخ ) په خپل سند له محمد بن علي بن الحسين له پلار له علي روايت کړى،چې ويلي يې دي : د خداى رسول وويل :((علي!ته زما ورور او په دنيا او اخرت کې مې ملګرى يې .))

ابن عبدالبر هم دا روايت په استيعاب ( دويم ټوک،٤٩٠ مخ ) کې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

( صواعق محرقه :٧٤ مخ ) وايي : ديلمي له حضرت عايشې بي بي روايت کړى چې وايي : د څښتن استازي وويل : (( تر ټولو غوره ورور مې علي ، تر ټولو غوره تره مې حمزه او د علي ياد عبادت دى .))

ليکوال : دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېم ټوک په ٤٨٢ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : دا روايت ديلمي د فردوس په کتاب کې عباس بن ربيعه نقل کړى دى او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٢ مخ کې راوړى او د سند په اړه  يې ويلي،چې له فرودوس له  حضرت عايشې بي بي له ابن حجر څخه د اصابه د کتاب د څلورم ټوک،لومړي قسم له دويم مخ يې راخستى دى .

( صواعق المحرقه؛٧٥ مخ ) وايي : احمد په مناقب کې د حضرت علي  وينا راخستې، وايي : پېغمبراکرم (ص) زما په لټه کې و او زه يې پر يوه (چمبر) چار دېوارۍ ويده وموندم . په خپله يې ووهلم او راته يې وويل : ((پاڅه چې خوښ دې کړم؛ ته مې ورور او زما د زامنو پلار يې؛ نو زما د سنت لپاره وجنګېږه،څوک چې زما په وخت کې ومړ؛ نو ځاى به يې د جنت په خزانو کې وي او څوک چې تر ما وروسته ستا  په وخت کې  ومري؛نو اجل به يې راغلى او مړ شوى به وي او څوک چې زما او ستا تر وختونو وروسته،ستا په مينه او دوستۍ کې ومري؛ نو خداى به يې ژوند په ايمان پاى ته ورسوي او دا خبره تر قيامته ده .))

(  مناوي؛ کنوزالحقايق : ٢٧ مخ ) پېغمبراکرم(ص)، حضرت علي ته  وايي : (( ته زما او زه ستا ورور يم ))  ( له طبراني نقل شوى )؛ البته هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٣١ مخ کې راوړى دى .

( هيثمي ؛مجمع : نهم ټوک،١٢١ مخ ) د حضرت علي وينا را اخلي،وايي : پېغمبر اکرم (ص) زما په لټه کې و او زه يې په خاور کې وېده وموندم او راته يې وويل : ((بد نه وايي،هغوى چې “اباتراب” درته وايي )) او د خداى رسول چې احساس کړل،چې زه خپه يم؛ نو را ته يې وويل : (( پاڅه چې خوشحاله دې کړم؛ته زما ورور او زما د زامنو پلار يې، زما د سنتو لپاره به جګړه کوې،زما غاړه به پر خلکو خلاصوې،څوک چې زما په وخت کې ومړ؛ نو د جنت په خزانو کې دى ،څوک چې ستا په وخت کې ومړ؛نو اجل به يې رارسېدلى وي او څوک،چې ستا تر مړينې وروسته ستا په مينه او دوستۍ کې ومري؛نو خداى به يې له ايمان سره له دې دنيا بوځي او چې څوک درسره په دښمنۍ کې ومري؛نو د جاهليت پر مرګ به مړ وي او دا خبره به د قيامت تر ورځې وي .)) (له ابو يعلي يې نقل کړى دى )

ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٤ مخ کې له ابويعلي راخستى او بيا وايي : بوصيري ويلي: ددې روايت ټول راويان ډاډمن دي ( او په ١٥٥ مخ  کې هم ) وايي : د خداى استازي وويل : (( آيا غواړې خوښ دې کړم؛ته زما ورور او وزير يې،زما پورونه به ورکوى، له خلکو سره به مې کړې ژمنې سر ته رسوې او پر خلکو به مې غاړه خلاصوې )) ( د حديث تر پايه ) ( طبراني له ابن عمره راخستى دى ) . دا روايت شنقيطي هم د کفاية الطالب دکتاب په ٣٤ مخ کې راوړى او وايي : احمد په مناقب کې هم نقل کړى دى .

( ابن حجر؛اصابه :شپږم ټوک،لومړى قسم،١٨٣ مخ ) د ليلاى غفاريه په ژباړه کې وايي : ابن منده _ د علي بن هاشم بن بريد له روايته _ وايي چې ليلاى غفاريه (رض) وايي : تل مې له رسول الله (ص) سره په جګړو کې ګډون کاوه،چې د ټپيانو پالنه وکړم . تر رسول الله  (ص) وروسته،علي،چې د بصرې جګړې ته ولاړ؛ نو زه هم ورسره ولاړم او جګړه،چې پاى ته ورسېده؛ نو عايشه بي بي مې وپوښتله : آيا له رسول الله دې د علي فضايل اورېدلي که نه ؟ راته يې وويل : هو ! يوه ورځ پېغمبر اکرم له ما سره و،چې علي راغى او زما او د رسول الله په منځ کې کېناست؛ نو ما ورته وويل : بل ځاى نه و،چې راغلې او دلته کېناستې ؟ رسول الله وويل : (( عايشې ! له علي سره داسې چلن مه کوه؛ هغه په اسلام راوړو کې ړومبى و او وروستى تن به وي،چې زه يې په ژوندون ګورم او په قيامت کې به ړومبى تن وي، چې زه يې ګورم .))

 

د رسول الله (ص) وزير

( ابن سعد؛طبقات : لومړى ټوک،لومړۍ برخه،١٢٤ مخ ) په خپل سند له حضرت علي روايت کړى،چې  وايي : پېغمبر اکرم (ص) په مکه کې و او بي بي خديجې ته يې وويل،چې خواړه پاخه کړه او ما ته يې وويل : (( د عبدالمطلب ټول ټبر راوبله چې راشي )) څلوېښت تنه راغلل او بيا يې ما ته وويل : (( خواړه راوړه )) حضرت علي وايي : ما دومره خواړه راوړل،چې يوازې يو تن ته بسيا وو؛ خو هغه څلوېښت تنه يې ماړه کړل . بيا رسول اکرم راته وويل،چې اوبه راوړه، چې ما د يو تن هومره اوبه راوړې؛ خو ټول پرې ماړه شول . په دې وخت کې ابولهب وويل : محمد څه عجيبه جادو کړى و. خلک پاڅېدل او ولاړل او ابولهب هم خلک پاتې کېدو ته پرېنښوول . څو ورځې وروسته مو بيا مېلمستيا وکړه او بيا مو بلنه ورکړه؛نو همدا چې ماړه شول رسول اکرم وويل : (( څوک دى، چې په رسالت کې مې مرستيال او وزير شي او په پايله کې زما ورور او جنت خپل کړي ؟)) ما ورته وويل : زه اى  رسول الله ! دا مهال زه تر ټولو کوچنى وم ؛ خو په ټبر کې هيچا د رسول الله خبره و نه منله او يوازې زما پلار ته يې وويل : زوى ته خو دې پام دى . پلار مې ورته وويل: څه کار ورسره لرئ، هغه خو د خپل تره له زويه ځار دى . ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٣٩٧ مخ ) وايي : حضرت علي وايي : د ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ )) آيت،چې راغى؛ نو پاک نبي راوغوښتم او راته يې وويل : (( خداى مې راته حکم کړى،چې نږدې خپلوان اسلام ته راوبلم؛ خو نه پوهېږم،چې څنګه دا کار وکړم ؟)) نو چوپ وو، چې حضرت جبراييل راغى او ويې ويل که دا کار و نه کړې؛نو خداى به دې پر عذاب کړي.ما ته يې وويل : يو من خواړه پاخه کړه او بيا د عبدالمطلب ټبر ته بلنه ورکړه،چې راکړ شوې دنده ترسره کړم او پر هغه ورځ څلوېښت کسان راغلل،چې پکې ابوطالب،حمزه، عباس او ابولهب هم وو؛ نو همدا چې خلک راغلل،رسول الله راته وويل : خواړه راوړه ، رسول اکرم يو څه را اوچت کړل،چې زما په آند يوه بوټۍ غوښه وه او بيا يې هغه دوه ټوټې کړه او پر دسترخوان يې کېښود او و يې ويل: د خداى په نامه يې و خورئ او خلکو هم ښه په مړه ګېډه وخوړل؛ خو پر خداى قسم چې څه هم لږ نه شول ، حال داچې دا خواړه يې يوه ته هم بسيا نه وو بيا مې د خداى د رسول د حکم له مخې اوبه ورکړې،چې ټول يې ماړه کړل؛نو همدا چې رسول الله مبارک غوښتل خبره رامنځ ته کړي؛نو ابولهب ترې مخکې شو او ويې ويل : کوربه ښه جادو کړى و او خلک پاڅېدل او ولاړل او پېغمبر اکرم و نه شو کړاى خپله خبره وکړي. ددې ورځې په سبا پاک نبي ما ته وويل : دا سړى مې د خبرې په مخ کې خنډ شو او خبرې ته يې پرېنښووم او راته يې وويل : سبا بيا ډوډۍ وکړه . ډوډۍ مو وکړه او څه چې په تېره مېلسمتيا کې تېر شوي ول، دلته هم تېر شول؛ ټولو ښه په مړه ګېډه وخوړل او ماړه شول،چې دا مهال رسول اکرم وويل : د عبدالمطلب پرګې ! په عربو کې داسې څوک نه وينم،چې خپل ټبر ته به يې زما هومره ښه وياړ راوړى وي؛ ما تاسې ته د دنيا او اخرت ښېګڼه راوړې او خداى دنده راکړې،چې بلنه درکړم؛ نو په تاسې کې څوک چمتو دى،چې په دې چارو کې زما مرستيال او ملاتړ شي ؟ زه سره له دې،چې تر ټولو کوچنى وم ، ومې ويل : زه چمتو يم،چې ملاتړ مو شم؛ نو دا مهال رسول اکرم خپل لاس زما په ورمېږ کې کېښود او و يې ويل : (( دا په  تاسې کې زما وصي،خليفه او ورور دى ؛نو خبرې ته غوږ شئ او لاروي ترې وکړئ .)) دا مهال خلک په ملنډو پاڅېدل او ولاړل  او ابوطالب ته يې وويل : حکم يې درکړ، چې له کوچني علي لاروي وکړې .

 بيا وايي : دا روايت ابن اسحاق، ابن جرير، ابن ابي  حاتم، ابن مردويه، ابونعيم او بيهقي په دلائل کې راوړى دى .

ليکوال : دا روايت د ابن جرير طبري د تاريخ د دويم ټوک په ٦٢ مخ او متقي هم په لږ اختلاف په کنزالعمال کې راوړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٣٩٢ مخ ) د حضرت علي له خولې وايي : رسول اکرم (ص)  وويل : ((د عبدالمطلب پرګې ! ما درته  د دنيا او اخرت ښېګڼه راوړې او خداى مې حکم راکړى،چې بلنه درکړم؛نو که په تاسې کې هر يو په دې لار کې زما مرستيال او ملاتړ شو؛ نو په تاسې کې به زما وزير،وصي او ځايناستى وي .)) ټول چوپ ول، چې ما وويل : رسول الله ! زه به دې ملاتړ او مرستيال شم . دا مهال د خداى نبي، له لاسه ونيوم،و يې ويل : (( دا زما ورور،وصي او خليفه دى؛ نو خبرې ته يې غوږ شئ او لاروي ترې وکړئ .)) ( له ابن جرير څخه نقل )

( کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٥ مخ ) له دې عبارت سره راوړى : ((غواړې خوشحاله دې کړم ؟ ته زما ورور او وزير يې ، پورونه به مې ادا کوې، پر کړيو ژمنو به مې وفا کوې او پر خلکو به مې غاړه خلاصوې ،که چا زما په ژوندون درسره مينه وکړه ؛ نو په خپل مرګ به مړ وي او که چا تر ما وروسته،سره له دې چې تا و نه ګوري؛خو مينه درسره وکړي؛ نو خداى به يې مؤمن له دې دنيا بوځي او څوک چې درسره دښمني کوي؛نو د جاهليت پر مرګ به مړ شوى وي . )) ( له طبراني له ابن عمر (رض) څخه نقل )

( اصابه : لومړى ټوک،څلورم قسم،٢١٧ مخ ) خطيب د مولف په کتاب کې د قاسم بن خليفه له لارې راوړي،چې وايي : يحيى تيمي له اسماعيل بن ابراهيم له مطين بن خالد له حضرت انس بن مالک څخه روايت کړى،چې و يې ويل : موږ به چې څه د خداى له استازي پوښتل؛نو هغه به د علي، سلمان يا ثابت بن معاذ (رضي الله عنهم) درک راکاوه ؛ځکه  دا د رسول اکرم په اصحابو کې تر ټولو پوه وو؛ نو همدا چې د (إِذَا جَاء نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ ) آيت راغى؛ نو د خداى نبي د حضرت علي په اړه  وويل : (( علي زما ورور، وزير، په اهلبيتو کې زما خليفه او زما تر ټولو غوره پاتې دى . ))

( رياض النضره : دويم ټوک، ١٦٣ مخ ) وايي : له حضرت اسماء  بنت عميس څخه روايت دى،چې و يې ويل : ما د خداى له رسوله واورېدل، چې و يې ويل : (( خدايه ! هماغه وايم،چې ورور مې موسى ويل : خدايه له اهله مې وزير راوټاکې؛ورور مې علي زما وزير وټاکې،هغه مې ملاتړ او په چارو کې زما شريک کړې،چې ډېره تسبيح دې ووايم او شکر دې وباسم،چې ته زموږ له حاله ښه خبر يې . )) ( د احمد له مناقب څخه اخستل شوى دى )

( سيوطي؛ درالمنثور ) د ( قال رب اشرح لى صدري )آيت تر تفسير لاندې د “طه” د سورت په پيل کې وايي : سلفي د طيوريات په کتاب کې له ابي جعفر محمد بن علي څخه روايت کړى، چې وايي : چې کله د (وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي

) آيت راغى؛ نو پېغمبر اکرم پر غونډۍ ولاړ و او خداى ته يې وويل : (( اللهم اشدد ازرى باخى على ))؛يعنې خدايه ! پر ورور مې علي ملا کلکه کړې؛نو خداى يې هم دعا قبوله کړه .

( شبلنجي؛ نورالابصار ) او فخر رازي په تفسير کبير کې د مائدې د سورت د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) د آيت په تفسير کې راوړي دي : (البته خبره د شبلنجي ده ) له حضرت ابي ذر غفاري روايت دى،چې وايي : د خداى له استازي سره مو د ماسپښين لمونځ کاوه،چې يو سوالګر راننووت؛ خو چا ورته څه هم ور نه کړل؛ نو دا مهال سوالګر اسمان ته لاس پورته او و يې ويل: خدايه شاهد وسه،چې ستا د استازي په جومات کې چا څه هم را نه کړل. دا مهال حضرت علي لمونځ کاوه او رکوع ته تله او په خپل لاس يې ګوتې ته اشاره وکړه. سوالګر نږدې راغى او ګوته يې د علي له ګوتې راوايسته . دا پېښه د رسول الله  (ص) سترګو ته مخامخ وشوه او بيا يې سترګې اسمان ته کړې او ويې ويل : (( ورور مې موسى وغوښتل ورور يې هارون وزير کړې او ويې ويل : پالونکيه ! سينه مې پراخه او چار مې اسان کړې، له ژبې مې غوټه لرې کړې،چې پر خبره مې پوه شي او په اهل کې مې يو زما وزير کړې؛ هارون ورور مې زما وزير کړې،ملا مې پرې غښتلې کړه او په چارو کې يې زما شريک کړې او بيا يې په اړه  قرآن ورته راولېږه،چې :(( سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا _؛ ډېر ژر به دې مټ په ورور غښتلى کړو او داسې ځواک به درکړم،چې د دښمن لاس در و نه رسي ))؛ نو خدايه ! ټټرمې هم پراخ، چار مې اسان او په اهل کې مې يو وزير کړه؛په علي مې ملا غښتلې کړه . )) حضرت ابوذر وايي : د خداى د رسول دعا پاى ته نه وه رسېدلې،چې حضرت جبراييل امين (ع) راغى او وحې يې راوړه : ((إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ )) ( ابو اسحاق احمد ثعلبي له تفسيره ) 

      که داهومره ويل کا ورته رخصت دى

                       محمد دى پېغـــــــــــــــمبر،علي ولي [33]

 

رسول الله (ص) : د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى

( صحيح ترمذي: دويم ټوک،٢٩٨ مخ ) په خپل سند له شعبه له سلمة بن کهيل څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : ما له ابي  الطفيل څخه اورېدلي،چې له حضرت ابي  سريحه_ او يا حضرت زيد بن ارقم _ څخه يې روايتاوه، چې رسول اکرم وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . )) همدا روايت شعبه له ميمون ابي عبدالله له حضرت زيد بن ارقم له رسول الله (ص) څخه هم نقل کړى دى .

ليکوال : علي بن سلطان هم په مرقاة ( پينځم ټوک،٥٦٨ مخ ) په شرح کې له جامع څخه نقل کړي،چې ترمذي،نسائي او ضياء له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى . ))

( صحيح ابن ماجه: باب فضايل اصحاب نبي،١٢ مخ ) په خپل سند د براء بن عازب د خولې وينا راخستې،چې ويلي يې دي : له رسول الله (ص) سره د حج له سفره راستانه شوو او په لار کې يې حکم وکړ،چې په جمعه لمونځ کوو او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ ورته وويل شول : هو همدسې ده ! ويې ويل : آيا زه پر ټولو مؤمنانو پر هغوى وړ نه يم؟ ورته وويل شول: هو! بيا يې وويل : (( نو پوه شئ دا د هر هغه چا ولي دى،چې زه يې ولي يم؛ خدايه ! د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه .))

ليکوال : دا روايت احمد بن حنبل  په خپل مسند (څلورم ټوک،٢٨١ مخ) کې داسې راوړى دى : حضرت براء  وويل : له رسول الله سره په سفر کې وو،چې کله د خم په ډنډ کې راټول شوو؛نو ټول تم شوو او غږ شو : الصلاة جامعة او مراد يې دا و،چې ټول بايد را ټول شو، بيا يې د خداى نبي ته د ونو تر سيوري لاندې ځاى جوړ کړ،د ماسپښين تر لمانځه وروسته يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( آيا خبر نه ياست،چې زه له مؤمنانو پر هغوى وړ يم ؟ )) ورته وويل شول : هو ! بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم ؛نو علي يې مولا دى؛ خدايه ! د دوستانو يې  دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه . )) حضرت براء  وايي : تر دې پېښې وروسته حضرت عمر،حضرت علي  وليد او ورته يې وويل : د ابوطالب زويه! مبارک دې شه،چې د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې . بيا عبدالرحمن _؛ يعنې احمد بن حنبل _ وايي : دا حديث موږ له هبه له براء بن عازب څخه نقل کړى دى .

دا روايت متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٣٩٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : ابن ابي  شيبه نقل کړى دى . محب طبري هم په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٩ مخ ) کې ورته رواړى او ويلي يې دي : ابن السمان نقل کړى او همداراز محب طبري هم د احمد حنبل په څېر روايت راوړى دى او ويلي يې دي : احمد په مسند کې راوړى؛خو  له  (د دښمن يې دښمن وسه ) تر غونډلې وروسته يې زيات کړي : (( ملا تړ شې د هغه چې د علي ملاتړ وي او د دوست يې دوست وسه . )) شعبه وايي : ياد مې نه دي،چې  داسې يې وويل او که و يې ويل : (( د د‌ښمن يې دښمن وسه . ))

( صحيح ابن ماجه : باب فضايل اصحاب الرسول،١٢ مخ ) په خپل سند له ابن سابط_ چې هماغه عبدالرحمان دى _ له حضرت سعد بن ابي  وقاص څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : معاويه بن ابوسفيان حج ته راغلى و،چې حضرت سعد يې کتو ته ورغى،چې د حضرت علي خبره را منځ ته شوه،چې په دې ترڅ کې معاويه بن ابوسفيان علي وکنځه،چې حضرت سعد په دې کار غوسه شواو و يې ويل : په هغه پسې کنځلې کوې،چې رسول اکرم يې په اړه  ويلي دي : (( د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى . )) او بيا مې ترې واورېدل،چې و يې ويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته؛خو بې له پېغمبرۍ )) او د خيبر په جګړه کې يې وويل : (( نن به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى . ))

ليکوال : دا روايت نسائي هم د خصايص په ١٤ مخ کې په ټکيو کې په لږ اختلاف راوړى او د سند تر  راوړو وروسته يې له عبدالرحمان بن سابط له حضرت سعد څخه ويلي: ناست وم، چې په علي پسې يې سپکې سپورې وکړې . ما ورته وويل : له رسول الله مې د علي درې داسې ځانګړنې  واورېدې،چې که يوه يې هم زما وه؛نو پر ځمکه له هر تېرايستونکي به را ته ښه وه؛ړومبى دا چې (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛خو بې له پېغمبرۍ)) دويم داچې وا مې ورېدل : د خداى نبي وويل : ((سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى . )) درېم دا چې رسول الله (ص)  وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى .))

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٠٩ مخ ) په خپل سند له ابي  الطُفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه نقل کړى،چې ويلي يې دي : رسول الله له حجة الوداع  څخه راستنېده ؛نو “خم غدير” ته،چې راورسېد؛نو حکم يې وکړ، چې د ونو تر سيورې لاندې ورته د ناستې ځاى جوړ کړي او بيا يې وويل : (( ګواکې تلو ته يې بللى يم او ما هم منلې ده؛ زه په تاسې کې دوه ستر يادګارونه پرېږدم، چې يو تربله ستر دي؛د خداى کتاب او زما عترت؛نو ګورم،چې څنګه چلن به ورسره کوئ؛ځکه  هغوى يو له بله نه بېلېدونکي دي،چې د کوثر د حوض تر غاړې مې وويني؛خداى زما مولا  او زه د هر مؤمن مولا يم .)) او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه ولي يم ؛نو دا يې ولي دى؛ خدايه  ! مل شې د هغه چې د علي ملتيا کوي او ملا ما ته کړې د هغه چې ملاتړ يې نه کوي او د علي د دښمن دښمن وسه . ))

حاکم وايي : دا حديث د صحت لپاره ټول هغه شرايط لري،چې مسلم او بخاري يې په رسميت پېژني؛خو بيا هم دواړو نه دى نقل کړى . بيا وايي : ددې حديث د صحت شاهد د سلمة بن کهيل له ابي الطفيل د خولې حديث دى، چې په خپله د بخاري او مسلم د صحت په شرايطو برابر حديث دى او بيا يې د حديث د سند تر ذکر وروسته حديث نقل کړى،چې سلمة بن کهيل له پلاره له ابي  الطفيل له ابن وائله له  حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى،چې اورېدلي يې دي،چې ويل يې :  پېغمبر اکرم (ص) د مکې او مدينې په منځ کې په هغه ځاى کې تم شو، چې سترې سترې  ونې پکې وې او بيا يې ورته تر ونو لاندې جارو کړاى شو، پېغمبر اکرم تر ماښامه هلته پاتې شو او بيا يې خطبه وويله . د خداى  تر ستاينې او نصيحتونو وروسته يې وويل : (( خلکو ! په تاسې کې مې دوه څيزونه پرېښوول؛نو که لاروي مو ترې وکړه؛نو بې لارې به نشئ؛هغه د خداى کتاب او زما عترت او اهلبيت دي . آيا خبر ياست،چې زه پر هر مؤمن تر هغه وړ يم ( او درې ځل يې دا جمله تکرار کړه ) د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))

ليکوال : دا روايت يې د درېم ټوک په ٥٢٣ مخ کې هم له بلې لارې له حضرت زيد بن ارقم څخه نقل کړى او ويلي يې دي : موږ له رسول الله  (ص) سره له مکې ووتو،چې د “خم غدير” سيمې ته ورسېدو او هلته يې حکم وکړ،چې تر ونو لاندې جارو کړئ . هغه ورځ خورا ګرمه وه،چې داسې ګرمي مې لا ما په ژوند کې نه وه ليدلې . رسول اکرم د خداى تر ستاينې وروسته وويل : ((پېغمبران د تېر  پېغمبر د عمر په نيمه ژوند کوي او نږدې دى،چې د خداى بلنې ته ټټر ووهم؛په تاسې کې داسې څه پرېږدم، چې که لاروي مو ترې وکړه؛نو تر ابده به بې لارې نشئ؛ د خداى کتاب ))  او بيا پاڅېد او علي يې يې لاسه ونيو، و يې ويل : (( خلکو ! څوک پر تاسې په واک کې وړ دى ؟ )) ورته وويل شول : خداى او رسول يې . رسول الله (ص) : ((د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى.)) (بيا وايي ) دا حديث صحيح  السند دى .

متقي هم په  کنزالعمال ( لومړي ټوک،٤٨ مخ ) حاکم ته ورته حديث نقل کړى او ويلي يې دي : طبراني په کبير کې له ابي  الطفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى دى .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٦ مخ ) په خپل سند له خثيمة بن عبدالرحمان څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : ما له سعد بن مالک _ هغه وخت،چې يو چا ورته وويل : دا چې له علي دې سرغړونه کړې؛نو په تاپسې خبرې کوي _ څخه واورېدل،چې و يې ويل : پر خداى قسم،چې په سرغړونه کې مې فکر شو،چې پر غلطه وم او علي پر سمه و؛ځکه  علي ته درې څيزه ورکړل شوي،چې که يو يې هم ما ته راکړل شوى و؛نو په دنيا کې به تر ټولو نعمتونو راته غوره و؛ ړومبى داچې رسول الله په “خم غدير” کې د خداى تر ستاينې وروسته وويل : ((آيا پوهېږئ،چې زه پر مؤمنانو وړ يم ؟ )) ورته وويل شول : هو ! بيا رسول اکرم وويل: (( خدايه ! د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛ د علي د دوستانو دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.)) دويم داچې د خيبر د جګړې پر ورځ د علي سترګې خوږېدې،چې رسول اکرم راوغوښت او هغه ورته وويل : سترګې مې درد کوي . رسول الله مبارک يې په سترګو کې خپلې توکاڼې وموږلې او دعا يې ورته وکړه او چې ژوندى و؛نو سترګو يې خوږ و نه کړ او خيبر يې هم سوبه کړ . درېم دا چې رسول اکرم خپل تره او نور له جوماته بهر کړل؛نو عباس ورته وويل : موږ چې دې ترونه او خپلوان يو؛نو له جوماته مو باسې او علي ته پکې ځاى ورکوې ؟ پېغمبر اکرم وويل : (( ما نه پخپله خوښه تاسې ايستي ياست او نه مې پخپله خوښه علي ته پخپل جومات کې ځاى ورکړى؛بلکې د خداى حکم و،چې پلي مې کړ.))

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٣٧١ مخ ) په خپل سند له رفاعة بن اياس ضبى له پلاره له نيکه روايت کړى،چې ويلي يې دي : د جمل په جګړه کې له حضرت علي سره وو،چې علي په حضرت طلحة بن عبيدالله پسې يو کس ولېږه ،چې ما وويني؛نو چې حضرت طلحه راغى،حضرت علي ورته وويل : پر خداى دې قسم، چې د خداى له رسوله دې وا نه ورېدل، چې ويې ويل : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى؛د دوست يې دوست او دښمن يې دښمن وسه . )) و يې ويل: هو اورېدلي مې دي . حضرت علي ورته وويل :؛ نو ولې راسره جګړه کوې ؟ و يې ويل : د رسول الله دا خبره مې هېره کړې وه. دا خبره يې وکړه او ولاړ .

ليکوال : دا روايت متقي هم په کنزاالعمال ( شپږم ټوک،٨٣ مخ ) کې په لږ اختلاف نقل کړى او ويلي يې دي،چې له ابن عساکر مې نقل کړى دى.  

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٠ مخ ) و ايي : دا حديث،چې له بريده اسلمي نقلوم،د بخاري او مسلم د شرطونو پر بنسټ معتبر دى او بيا يې سند حضرت ابن عباس او بريده اسلمي ته رسوي او وايي : له حضرت علي سره يمن ته جهاد ته تللي وو (  تردې چې وايي ) رسول الله (ص) ته راغلم او په حضرت علي پسې مې خوله راوسپړله،چې ناڅاپه د رسول اکرم (ص) څېره له غوسې واوخوته او و يې ويل:((بريده! آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ )) ورته مې وويل : هو ! را ته يې وويل : ((د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى)) (د حديث تر پايه ) .

ليکوال : دا حديث احمد بن حنبل هم د مسند په پينځم ټوک،٣٤٧ مخ،متقي هم په لنډه په کنزالعمال ( شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي،چې احمد بن حنبل، ابن حبان،سمويه، حاکم، او سعيد بن منصور له حضرت ابن عباس له ابن بريده روايت کړى.متقي هم د دويم ځل لپاره د شپږم ټوک په ٣٩٧مخ او همداراز نسائي په خصايص ( ٢٢ مخ ) کې له حضرت بريده له دوو لارو نقل کړى دى.ابن حجر هم په صواعق کې ( ٢٦ مخ ) کې له حضرت ابن عباس له بريده له دوو لارو نقل کړى او تر نقلولو مخکې يې ويلي : دا روايت ذهبي صحيح  ګڼلى او همداراز علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٥٦٨ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : ذهبي له بريده نقل کړى او صحيح يې ګنلى دى.

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٢٩ مخ ) په خپل سند له ابي عوانه له اعمش له سعد بن عبيده له عبدالله بن بريده اسلمي (رض) روايت کړى،چې ويلي يې دي : له پلار سره مې روان وم،چې يوه ډله مو مخې ته راغله،چې په حضرت علي پسې يې بدې ردې ويلې،چې پلار مې ورته وويل : ما هم ستاسې په څېر په حضرت علي پسې سپکې سپورې کولې او زړه مې ترې خوړ؛په يو سفر کې له حضرت خالد بن وليد سره وو،خورا غنيمت مو لاس ته راوړ، حضرت علي هم له غنميته په خمس کې يوه وينځه واخسته؛نو دا چې حضرت خالد بن وليد له حضرت علي سره دښمني درلوده؛نو ما ته يې وويل : دا ښه فرصت دى،چې ته ګټه ترې پورته کولاى شې؛ځکه حضرت خالد هم خبر و،چې زما او د  حضرت علي اوبه په يوه وياله کې نه ځي؛نو راته يې وويل : ژر رسول اکرم (ص) ته ځان ورسوه او له حضرت علي ورته سر وټکاوه. زه هم چې مدينې ته راغلم ؛نو هر څه مې رسول الله (ص) ته وويل : عادت مې و، چې د خبرو پر مهال به مې  تل سرښکته و؛نو چې سر مې راپورته کړ؛نو و مي ليدل، چې د رسول الله (ص) رنګ له غوسې سور اوختى او راته يې وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې ولي او مشر دى .)) دا خبره مې،چې له رسول الله واورېده؛نو حضرت علي ته مې په زړه کې کينه له منځه ولاړه .

ددې حديث تر نقلولو وروسته حاکم وايي : دا روايت د مسلم او بخاري د اعتبار معيارونه لري؛خو په دې عبارت يې نه دى نقل کړى او بيا وايي : په دې باب د ابي عوانه له اعمش له سعد بن عبيده د حديث په پرتله بل صحيح حديث نشته او بيا يې همدا حديث له بلې لارې له اعمش له سعد بن عبيده له بريده نقل کړى دى .

ابونعيم په حلية ( څلورم ټوک،٢٣ مخ ) کې له بريده نقل کړى : (( دچاچې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى .)) متقي هم په کنزالعمال (شپږم ټوک،١٥٢ مخ ) کې داسې راوړي : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى)) او ويلي يې دي : احمد او نسائي له براء او بيا هم احمد له بريده او ترمذي،نسائي او ضياء له زيد بن ارقم څخه روايت کړى . احمد بن حنبل هم په مسند ( پينځم ټوک،٣٥٨ او ٣٦١ مخونو ) کې په لنډه له بريده نقل کړى دى . محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٧٢ مخ )کې له بريده نقل کړى او ويلي يې دي : ابوحاتم نقل کړى او مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢١٨ مخ کې راوړى او يلې يې دي : احمد،نسائي او حاکم له بريده نقل کړى او په شرح کې يې ويلي دي : هيثمي په بل ځاى کې وايي : ددې روايت رجال ډاډمن دي او په بل ځاى کې يې ويلي : ددې حديث رجال صحيح دي . ( مناوي )

سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت (النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ) د آيت په تفسير کې له ابي  شيبه،احمد او نسائي له حضرت بريده روايت کړى،چې ويلي يې دي : له حضرت علي سره يمن ته جهاد ته ولاړو او د هغه جفا له امله،چې حضرت علي راسره کړې وه؛نو په زړه کې مې ورته کينه درلوده او چې د خداى استازي ته راغلو؛نو د حضرت علي ګيله مې ورته وکړه. و مې ليدل،چې پېغمبراکرم (ص) له غوسې سور اوختى،راته يې وويل : ((بريده!  آيا پر مؤمنانو وړ نه يم ؟ )) ورته مې وويل : هو ! راته يې وويل : (( د چاچې زه مولا يم؛علي يې هم مولا دى . ))

( امام احمد بن حنبل؛مسند : څلورم ټوک،٣٧٢ مخ ) په خپل سند له ميمون بن عبدالله روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت زيد بن ارقم راته خبرې کولې او ما ورته غوږ نيولى و : يوه ورځ په يوه بيديا کې له رسول الله (ص) سره وو،چې نوم يې  (( خم )) و، چې حکم يې وکړ : ټول د لمانځه لپاره راټول شئ؛ډېره ګرمه ورځ وه، تر لمانځه وروسته يې خطبه وويله او بيا يې وويل : (( آيا نه پوهېږئ،چې تر هر مؤمن پر هغوى وړيم ؟ )) ټولو وويل : هو! . بيا يې وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى؛خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه .))

ليکوال : دا روايت يې د مسند څلورم ټوک په ٣٧٢ مخ کې له ميمون بن عبدالله څخه په نورو ټکيو نقل کړى،چې  ويلي يې دي : له حضرت زيد بن ارقم  سره وو،چې د فسطاط د سيمې يو سړي حديث وپوښته، چې حضرت زيد ورته وويل : د خداى  استازي وويل : (( آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ )) ورته وويل شول : هو ! بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى .)) بيا وايي :  دا حديث طبراني  او احمد يوازې له زيد  څخه نقل کړى،چې بزار هم نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٠٤ مخ ) له عمر او ذى مرو زيد بن ارقم (رض) څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ خطبه وويله او بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه او مرسته د هغه وکړې،چې د علي مرسته کوي . )) بيا وايي : دا حديث احمد او طبراني يوازې له زيدڅخه نقل کړى او بزار هم نقل کړى دى .

ليکوال : متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : طبراني له عمروذى مروزي بن ارقم(رض)  دواړو څخه نقل کړى دى .

( اما احمد بن حنبل؛مسند:څلورم ټوک،٣٦٨ مخ ) په خپل سند له عطيه عوفي څخه روايت کړى،چې ويلي دي : حضرت زيد بن ارقم ته مې وويل : خسر مې راته ستا له خولې د “خم غدير” په اړه  حديث نقل کړى؛خو خوشحاله به شم،چې پخپله يې ستا له خولې واورم، چې زيد وويل : تاسې د عراق داسې او هغسې ياست .ما ورته وويل : له ما مه ووېرېږه . بيا حضرت زيد وويل : هو موږ په “جحفه” کې وو،چې د خداى نبي له خپلې کېږدۍ راووت او حال داچې حضرت علي يې له مټه نيولى و، و يې ويل : (( ايها الناس ! آيا خبر نه ياست،چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ يم ؟ )) خلکو ورته وويل : ولې نه خبر وو.بيا يې وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو تر دې وروسته يې علي ولي دى . خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه . )) راته يې وويل : دا هغه څه وو، چې په خپله مې اورېدلي ول .

ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : له عطيه عوفي له زيد بن ارقم (رض) څخه روايت دى، چې په “جحفه” کې د “خم غدير” په سيمه کې د خداى رسول ، حضرت علي له مټه ونيو او بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې ولي دى . ))  ( د ابن جرير خبره ده )

( امام احمد حنبل؛مسند:لومړى ټوک،١٥٢ مخ ) په خپل سند له حضرت علي روايتوي،چې رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ وويل : ((د چا چې  زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))

 هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٠٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : احمد نقل کړى او ويلي يې دي،چې ټول رجال يې ډاډمن دي .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،٣٣٠ مخ ) په خپل سند له حضرت عمرو بن ميمون څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي :له ابن عباس سره ناست وم،چې يوه نهه کسيزه ډله راننووته او و يې ويل : ابن عباسه ! يا له موږ سره ولاړ شه او يا دې کور خالي کړه،چې درشو . حضرت ابن عباس ورته وويل : زه درځم . دا هغه وخت و،چې حضرت ابن عباس لا ړوند شوى نه و . وايي : هغوى ولاړل او پر خبرو شول؛خو موږ پوه نه شو،چې څه يې ويل،چې ناڅاپه مو پام شو،چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډي او روان دى او وايي : تون لعنت دې پر هغوى وي،چې په هغه چا پسې بد رد وايي،چې خداى پر لسو ځانګړنو پسوللى و او بيا يې يوه يوه وشمېرله تر دې چې و يې ويل : رسول اکرم وويل : (( د چاچې  زه مولا يم ؛ نو علي يې مولا دى .)) ( د حديث تر پايه )

دا روايت نسائي هم د خصايص په ٨ مخ، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٣ مخ او د ذخاير په ٨٦ مخ کې يې راوړى او په ذخاير کې يې ويلي : دا ټول روايت احمد،حافظ او ابوالقاسم دمشقي د موافقات او اربعين طوال په کتاب کې راوړى او همداراز په ذخاير کې يې ويلي : نسائي يې هم يوه برخه راخستې ده .

هيثمي په مجمع ( نهم ټوک،١١٩ مخ ) کې نقل کړي او ويلي يې دي : احمد او طبراني د کبير او اوسط په کتابونو کې راوړى دى .

( د امام احمد حنبل مسند : پينځم ټوک،٣٦٥ مخ ) په خپل سند له سعيد بن مسيب بن وهب (رض) څخه روايت کړى،چې علي د رسول اکرم پينځه که شپږ اصحابو ته قسم ورکړ او هغوى هم شهادت ورکړ،چې د خداى  استازي ويلي ول : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى .))

ليکوال : دا روايت نسائي د خصايص په ٢٢ مخ،هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٤ مخ کې راوړى او ويلي يې دي،چې احمد هم نقل کړى او ټول رجال يې سم دي .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،١١٨ مخ ) په خپل سند له ابي  اسحاق له حضرت سعيد بن وهب او حضرت زيد بن يثيع څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : علي په رحبه ( کوفه ) کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه څه ووايي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي ول. دا مهال د حضرت سعيد له اړخه شپږ کسان او د حضرت زيد له اړخه هم شپږ کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ د علي په اړه  وويل : (( ايا خداى پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه دى ؟)) ټولو وويل : ولې نه همدسې ده . رسول اکرم وويل : (( خدايه ! شاهد وسه د چاچې ته مولا يې؛نو علي يې مولا دى .خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه .))  

ليکوال : دا روايت هيثمي د مجمع الزوايد د نهم ټوک په ١٠٧ مخ کې راوړى او پکې راغلي : د حضرت سعيد له اړخه شپږ تنه او د حضرت زيد له پلوه اوه تنه پاڅېدل او ليېنه- شاهدي يې ورکړه اوبيا وايي : دا روايت عبدالله او بزار پوره نقل کړى دى .

 دا روايت نسائي هم د خصايص په ٢٢ او ٤٠ مخونو کې او احمد بن حنبل وروسته تردې چې له ابي  اسحاق له سعيد بن وهب (رض) او له زيد بن يثيع (رض) څخه نقل کړى،وايي : دې حديث ته ورته يو بل حديث له ابي  اسحاق له عمروذى مر څخه روايت شوى؛خو په دومره توپير،چې په پاى کې يې راغلي دي : ((خدايه مرسته وکړې  د هغوى چې د علي مرسته کوي .)) بيا يې درېم حديث له ابي  طفيل له زيد بن ارقم (رض) څخه روايت کړى،چې د پورتني حديث په څېر دى .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،١١٩ مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالرحمان بن ابي  ليلي روايت کړى،چې ويلي يې دي : له علي سره په رحبه ( کوفه ) کې وم،چې خلکو ته يې قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : ((د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى .)) عبدالرحمان وايي : هغه دولس تنه پاڅېدل،چې د بدر په جګړه کې يې ګډون کړى و او داسې يې راته څېرې يادې دي؛لکه همدا اوس مې،چې سترګو ته مخامخ وي او ټولو وويل :په “خم غدير” کې مو د خداى له استازي واورېدل : (( آيا پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ آيا زما مېرمنې د هغوى ميندې نه دي ؟ ))  ټولو وويل : هو همداراز ده ! بيا يې وويل :  (( اوس چې داسې ده؛نو د چاچې زه ولي وم؛نو علي يې ولي دى؛ خدايه ! د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه . )) 

ليکوال : دا روايت خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د څلوارلسم ټوک په ٢٣٦ مخ او هيثمي هم په مجمع کې راوړى او ويلي يې دي : ابويعلي نقل کړى او رجال يې ډاډمن دي او عبدالله بن احمد هم نقل کړى دى.

متقي هم د کنزاالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٧مخ کې نقل کړى  او ويلي يې دي : ابويعلي، ابن جرير، سعيد بن منصور نقل کړى . ابن اثيرجرزي په د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٨ مخ کې او طحاوي هم د مشکل آثار د دويم ټوک په ٣٠٨ مخ کې نقل کړى دى .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک، ٨٨ مخ ) په خپل سند له حضرت زياد بن زياد څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : وا مې ورېدل،چې حضرت علي بن ابيطالب خلکو ته قسم ورکوي،چې هغه کسان دې له ځايه پاڅي،چې د “خم غدير” پر ورځ يې له رسول الله اورېدلي :  (( د چا چې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى . )) دا مهال دولس تنه بدري پاڅېدل .

ليکوال : دا روايت محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٠ مخ کې او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې راوړى او هيثمي ويلي : احمد يې راويان ډاډمن ګڼلي دي .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،٨٤ مخ ) په خپل سند له حضرت زاذن ابن عمر څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : په  رحبه ( کوفه ) کې وم،چې حضرت علي خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال دريالس تنه پاڅېدل او ګواهي يې ورکړه،چې د خداى له استازي يې اورېدلي: (( د چا چې زه مولا يم نو علي يې هم مولا دى . ))

ليکوال : دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٧ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : احمد بن حنبل په مسند او ابن ابي  عاصم په خپل سنن کې نقل کړى دى .

( د امام احمد حنبل مسند : پينځم ټوک،٣٠٧ مخ ) په خپل سند له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت علي خلکو ته قسم ورکړ او ويې ويل : هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : ((خدايه  ! د چاچې زه مولا يم؛علي يې هم مولا دى؛ خدايه د وستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه  ))  دا مهال شپاړس تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه .

ليکوال : دا روايت محب طبري د رياض النضره د شپږم ټوک په ١٧٠ مخ او هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٠٦ مخ )کې راوړى او په پاى کې يې هيثمي ويلي دي : راوي وايي : زه له هغوى وم،چې دا شهادت مې پټ کړ او ړوند شوم او بيا يې ويلي : طبراني د کبير او اوسط په دوو کتابونو کې د شهادت د پټولو او د حضرت علي له ښېرو پرته نقل کړى او بيا يې ويلي : د اوسط روايان ټول ډاډمن دي .

( مسندا مام احمد حنبل : څلورم ټوک، ٣٧٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي الطفيل څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت علي په رحبه کې خلکو ته وويل : هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال دېرش تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه . ابونعيم ويلي : يوه ډله پاڅېده او ليېنه يې ورکړه،چې د خداى استازي حال داچې حضرت علي له لاسه نيولى و، وويل : (( آيا پوهېږئ،چې زه پر مؤمنانو پر هغوى وړ يم؟ )) خلکو ورته وويل : همداراز ده رسول الله ! بيا يې رسول اکرم وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛ خدايه ! د دښمنانو يې دښمن او دوستانو يې دوست وسه  .)) وايي : په زړه کې مې اړنګ- شک و او راووتم،چې حضرت زيد بن ارقم مې مخې ته راغى او ورته مې وويل : علي داسې خبره وکړه . زيد راته وويل : له دې خبرې څوک سترګې نشي پټولاى؛دا خبره ما پخپله د خداى له رسوله اورېدلې ده .

ليکوال : دا روايت نسائي د خصايص په څلورم مخ کې له حضرت ابي  الطفيل له حضرت عامر بن واثله له دوو لارو نقل کړى دى،محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په١٦٩ مخ کې نقل کړى او په نقل کې يې راغلي : خلک پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه او په پاى کې يې راغلي : ابونعيم وويل : ما له فطر څخه چې ددې روايت راوي و،وپوښتل : د هغه د مړينې او ددې خبرې ترمنځ څومره واټن و .و يې ويل : سل ورځې . بيا وايي : ابوحاتم دا حديث نقل کړى او ويلي يې دي : د ابو نعيم مراد د علي مرګ و .

( مسندا امام احمد بن حنبل :پينځم ټوک،٤١٩ مخ ) په خپل سند له حضرت رياح بن حارث څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : په رحبه کې يوه ډله حضرت علي ته راغله او ورته يې وويل : السلام عليکم يا مولانا ! علي وويل : زه څنګه ستاسې مولا يم حال داچې عرب ياست ؟ ورته يې وويل : موږ د خداى له استازي واورېدل، چې د “خم غدير” پر ورځ يې وويل : (( د چا چې  زه مولا وم؛علي يې مولا دى . )) رياح وايي : همداچې دا ډله له حضرت علي بېله شوه؛نو زه ورپسې ولاړم او پوښتنه مې ترې وکړه : څوک ياست ؟ و يې ويل : موږ انصار يو .

ددې حديث تر نقلولو وروسته په لږ اختلاف له بلې لارې همدا حديث نقل کړى دى . هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٠٣ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : احمد او طبراني نقل کړى دى : د خداى له استازي مو واورېدل چې ويل يې : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . )) اوس ابو ايوب له موږ سره دى . بيا ابو ايوب خپله پګړۍ له خپل تندي اوچته کړه او و يې ويل : ما له رسول الله اورېدلي، چې و يې ويل : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . )) بيا وايي : ددې روايت ټول راويان ډاډمن دي .

( د امام احمد بن حنبل مسند : پينځم ټوک،٣٥٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن بريده له پلاره روايتوي،چې ويلي يې دي : رسول اکرم جګړې ته ولېږلو او علي يې زموږ مشر کړ؛نو چې راستانه شو، راته يې وويل  : (( له مشر سره مو سفر او ناسته پاسته څنګه وه ؟ )) زما نه يادېږي، چې ما شکايت وکړ او که بل چا . زما تل دا عادت و، چې سترګې به مې لاندې وې؛خو چې سترګې مې راپورته کړې؛نو و مې ليدل، چې د خداى د نبي څېره له غوسې سره شوې او وايي : (( د چاچې زه مولا يم؛علي يې ولي دى .))

ليکوال : دا روايت نسائي  د خصايص په ٢١ مخ، متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٨ مخ کې راوړى او متقي په پاى کې راوړي  : دا مې چې واورېدل؛نو په زړه کې حضرت علي ته کينه مې له منځه ولاړه او تر دې وروسته مې هېڅکله ورپسې بدرد و نه ويل .

 دا روايت هيثمي په مجمع ( نهم ټوک،١٠٨ مخ ) کې راوړى او په پاى کې يې ويلي چې ويې ويل : تر دې وروسته به دې د حضرت علي په اړه  خپه نه کړم .

 بيا هيثمي وايي : دا روايت بزار هم نقل کړى او ټول رجال يې ډاډمن دي.

( فخر رازي ؛کبير تفسير ) د مائدې د سورت د (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) آيت تر تفسير لاندې ليکي : لسم _؛يعنې د آيت په نزول کې لسمه وجه _ د حضرت علي په فضليت کې راغلې او تر راتلو وروسته يې رسول الله (ص) ، حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه .)) بيا حضرت عمر،حضرت علي ته وويل : مبارک دې شه چې زما،د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې . بيا وايي : دا خبره _ دا چې دا آيت د حضرت علي په فضيلت کې راغلى دى _ مې له حضرت ابن عباس ، حضرت براء  بن عازب او حضرت محمد بن علي نقل کړې ده . 

( ابي نعيم؛حلية الالياء : پينځم ټوک،٢٦ مخ ) په خپل سند له حضرت عميرة بن سعد څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت علي پر منبر ناست و، چې د رسول الله(ص) اصحابو ته، چې ابوسعيد، ابوهريره، انس بن مالک (رضى الله عنهم) او نهه تنه نور ول،قسم ورکړ،چې آيا تاسې د خداى له رسوله نه دي اورېدلي چې ويې ويل : (( د چاچې مولا وم؛علي يې ولي دى . )) ټول پاڅېدل او ويې ويل : له رسول الله مو دا خبره اورېدلې ده ؛خو په دوى کې يو کس پا نه څېد،چې حضرت علي ورته وويل : څه فکر دې وکړ، چې پا نه څېدې ؟ ورته يې وويل : اميرالمؤمنيه ! زوړ شوى يم او راڅخه هير شوي دي . حضرت علي وويل : خدايه ! که دروغ وايي؛نو پر نه رغېدونکي رنځ يې خسي کړې . د هغه سړي د دوو سترګو په منځ کې يوه غوټه راووته، چې پګړۍ به هم نه شوه پټولاى .

ليکوال : دا کيسه هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې راوړې او ويلي يې دي : طبراني د اوسط او صغير په دوو کتابونو کې راوړې او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٣ مخ کې راو ړې اوويلي يې دي : طبراني په اوسط کې راوړې ده .

( حلية الاولياء : پينځم ټوک ) د عمرو بن عبدالعزير د تاريخ په پاى کې په خپل سند له يزيد بن عمر بن مورق څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : په شام کې وم،چې عمر بن عبدالعزيز خلکو ته تنخوا ورکوله،چې زه هم ورغلم او راته يې وويل : له کوم ټبر يې ؟ ورته مې ويل : قريش ! ويې ويل : په قريشو کې له کوم ټبر يې ؟ و مې ويل : بني هاشم ! پوښتنه يې وکړه : په بني هاشمو کې د کومې پرګې يې ؟ چوپ پاتې شوم او ځواب مې ور نه کړ، چې بيا يې پوښتنه وکړه : په بني هاشمو کې د کومې پرګې يې ؟ ورته مې وويل : د مولا علي له پرګې ؟ پوښتنه يې وکړه : علي څوک دى ؟ بيا چوپ شوم . بيا يې زما په سينه لاس کېښود او راته يې وويل : پر خداى چې زه هم د علي مينوال يم .

  بيا وايي : ځينو راته نقل کړى، چې د خداى له استازي يې اورېدلي : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې ولي دى .)) بيا يې ويل : مزاحمه دې سړى ته دې څومره ورکړې ؟ و يې ويل : سل که دوه سوه درهمه . عمر وويل : دې سړي ته پنځوس ديناره ورکړه . ابي  داوود وايي : شپېته ديناره ورکړه،چې د علي مينوال دى . بيا يې وويل : خپلې سيمې ته ستون شه اوچې څومره مې ستا په څېر کسانو ته ورکړي ،هملته به يې درلېږم .

ليکوال : دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٣٨٣ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى .

( د بغداد تاريخ : اووم ټوک،٣٧٧ مخ ) خطيب په خپل سند له حضرت انس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : له رسول الله مې واورېدل : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . ))

( د بغداد تاريخ: اتم ټوک،٢٩٠ مخ ) خطيب په خپل سند له حضرت ابي  هريرة څخه روايتوي،وايي : څوک چې د ذي الحجه پر اتلسمه روژه شي؛ نو د شپېتو روژو ثواب به ورکړ شي؛ځکه  د “خم غدير” ورځ ده او پر دې ورځ رسول اکرم(ص)، حضرت علي له لاسه ونيو او خلکو ته يې وويل : (( آيا زه د مؤمنانو ولي نه وم ؟ )) خلکو ورته وويل : هو رسول الله ! ته زموږ ولي يې . بيا يې وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . )) بيا حضرت عمر بن خطاب راغى او علي ته يې وويل : بخ بخ لک يا بن ابيطالب چې زما او د هر مسلمان مولا شوې،چې بيا  د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) آيت راغى . ( د حديث تر پايه )

( د بغداد تاريخ : دولسم ټوک،٣٤٣ مخ ) په خپل سند له فضل بن ربيع له پلار يې له منصور او هغه هم له خپل پلار له خپل نيکه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې رسول اکرم وويل : ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى .))

( خصايص نسائي :٢١ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي الطفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى،چې و يې ويل : رسول الله چې له حجةالوداع څخه راستون شو؛نو په “خم غدير” کې تم شو او حکم يې وکړ،چې ترنو لاندې ځمکه جارو کړئ او بيا يې وويل : (( ګواکې بلل شوى يم او ما هم منلې ده؛ زه په تاسې کې دوه  ستر ګران بيه څيزونه پرېږدم،چې يو يې تر بله ستر دى ؛ د خداى کتاب او عترت مې اهلبيت؛نو ګورم، چې تر ما وروسته به ورسره څرنګه چلن کوئ او هغوى دواړه زما ځايناستي دي چې دواړه يو له بله نه بېلېږي،چې د قيامت پر ورځ مې د کوثر د حوض تر غاړې وويني؛خداى زما مولا او زه د هر ولي مؤمن يم )) او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . )) ما يزيد ته وويل : آيا دا هر څه دې په خپله له رسول الله اورېدلي دي ؟ و يې ويل  : په هغه دوحات ( ونو ) کې به داسې څوک نه ول، چې په سترګو به يې نه وي ليدلي او په غوږونو به يې دا خبره نه وي اورېدلي.

ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : ابن جرير نقل کړى او دې ورته يو بل روايت يې له عطيه عوفي له حضرت ابي سعيد خدري  نقل کړى دى.

( خصايص نسائي : ٢٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعد څخه روايت کړى،چې وايي: رسول اکرم (ص) وويل : ((د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . ))

( خصايص نسائي : ٢٥ مخ ) په خپل سند له سعد څخه روايتوي، چې رسول اکرم، حضرت علي له لاسه ونيو،خطبه يې وويله او بيا يې وويل : (( آيا خبر نه وئ،چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ يم ؟)) ټولو ورته ووويل : هو خبر وو . بيا رسول الله  (ص) وويل : ((د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . ))

ليکوال : دا روايت هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٠٧ مخ ) کې په لنډه راوړى او ويلي يې دي : بزار رانقل کړى او ټول رجال يې ډاډمن دي .

( خصايص نسائي : ٢٥ مخ ) په خپل سند له حضرت سعد څخه روايت کړى،چې له رسول الله (ص) سره د مدينې پر لار وو؛نو چې کله د “خم غدير” سيمې ته راورسېد؛خلک يې ودرول او حکم يې وکړ، چې مخکې تللي راستانه او شاته پاتيو ته په تمه شئ او همداچې ټول راټول شول،د خداى نبي وويل : (( خلکو ! ستاسې ولي او د واک خاوند څوک دى ؟ )) خلکو ورته وويل : خداى او رسول يې ! خداى او رسول يې ! خداى او رسول يې ! بيا رسول الله (ص)، حضرت علي له لاسه ونيو او په جيګ غږ يې وويل : ((د چا چې خداى او رسول يې ولي وي؛نو علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . ))  

( خصايص نسائي : ٢٢ مخ ) په خپل سند له حضرت عمرو بن سعد څخه روايت کړى : په  رحبه ( کوفه ) کې وم،چې حضرت علي  خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال شپږ تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه .

( خصايص نسائي :٢٣ مخ ) په خپل سند له شريک له ابي  اسحاق له حضرت زيد بن يثيع څخه روايت کړى،چې وايي : په  رحبه ( کوفه ) کې وم، چې حضرت علي  خلکو ته قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال د حضرت محمد (ص) شپږ تنه اصحاب پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه،چې د خداى له استازي يې اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . )) شريک وايي : ما ابي  اسحاق ته وويل : آيا له حضرت براء بن عازب څخه دې اورېدلي،چې داسې خبره يې له رسول الله (ص) نقل کړې ده ؟ و يې ويل : هو . 

( خصايص نسائي :٢٦ مخ ) په خپل سند له حضرت عمروذى مر څخه روايت کړى،چې وايي : په  رحبه ( کوفه ) کې وم،چې حضرت علي  د رسول الله مبارک اصحابو ته قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال ديارلس کسان پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه،چې د خداى له استازي يې اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه او خدايه مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي  ))

( رياض النضره :دويم ټوک،١٦٩ مخ ) وايي : او له هغه _؛يعنې له رياح _ روايت شوى چې ويلي يې دي : يوه ورځ حضرت علي په يوه ډله کې ناست و، چې يو سړى،چې معلومېده له سفره راغلى، وويل : السلام عليک يا مولاى ! علي ورته وويل : څوک يې ؟ و يې ويل : ابو ايوب انصاري يم . حضرت علي وويل : ځاى ورکړئ . اصحابو ځاى ورکړ او حضرت ابوايوب کېناست او و يې ويل : د خداى له استازي مې واورېدل : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . )) محب طبري وايي  : دا روايت بغوي په خپل معجم کې راوړى دى .  

( رياض النضره : دويم ټوک،١٢٩ مخ ) وايي : ابن السمان له حضرت عمر څخه روايت کړى،چې وايي : رسول اکرم وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى )) او په ١٧٠ مخ کې يې له عمر (رض) څخه روايت کړى، چې وايي : علي د هغه مولا دى،چې رسول الله يې مولا و . بيا وايي:  له حضرت سالم څخه روايت دى،چې يو سړي حضرت عمر ته وويل : ته ولې له علي سره داسې په درناوي چلن کوې، چې د خداى د نبي له يوه صحابي سره يې نه کوې ؟ ورته يې وويل : ځکه هغه مې مولا دى .

 دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي، چې دارقطني هم نقل کړى دى .

(ابن حجر؛ صواعق محرقه : ٢٥ مخ ) وايي : طبراني او نورو په خپل صحيح سند روايت کړى،چې د خداى استازي په  “خم غدير” کې تر ونو لاندې وويل : (( خلکو ! پالونکي خبر کړى يم،چې پېغمبران د تېر پېغمبر په نيمه عمر کوي او ګواکې ما ته ژر بلنه راکړه شي او زه يې ومنم، زه مسئول يم او تاسې هم مسئول ياست او ټول پوښتل کېږي؛نو ستاسې نظر څه دى ؟ )) ورته وويل شول : موږ ليېنه ورکوو، چې خپله دنده دې ښه او بشپړه تر سره کړه؛خپل کوښښ دې وکړ او د ټولو ښېګڼه غواړى وې، خداى دې خېر درکړي . رسول الله وويل : (( آيا شهادت نه ورکوئ،چې بې له خدايه بل معبود نشته، محمد د خداى بنده او استازى يې دى، جنت يې حق،اور يې حق، تر مړينې وروسته قيامت حق، قيامت راتلونکى او هېڅ شک پکې نشته، ټول خلک به د قيامت پر ورځ له قبرونو راپاڅي ؟ )) ټولو ورته وويل : ولې نه ! شهادت مو ورکاوه او ورکوو به يې .رسول الله مبارک وويل : (( خلکو ! خداى  زما مولا او زه د مؤمنانو ولي يم او زه پر مؤمنانو پر هغوى وړ يم او د واک خاوند يې هم يم ؛نو د هر چا چې زه مولا وم؛علي يې  مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . خلکو ! زه درنه مخکې ځم، موږ او تاسې به د قيامت پر ورځ د حوض کوثر تر غاړې وينو،چې له بصرې تر صنعا ( شام او يمن ) پلن او پکې د اسمان د ستوريو هومره د نقرې جامونه دي او هلته مو چې سره وليدل؛ نو دوو څيزونو پوښتنه به درڅخه کوم؛ نو پام مو وسه، چې څرنګه چلن ورسره کوئ،چې “اکبر ثقل” يې د خداى کتاب دى،چې له يوه اړخه د خداى په لاس کې او له بل اړخه ستاسې په لاس کې دى؛نو منګولې پرې ولګوئ،چې بې لارې نشئ او بل يې “عترت” او زما “اهلبيت” دي او ځيرن باخبر څښتن مې خبر راکړى،چې دوى به تر هغه  يو له بله بېل نشي،چې د حوض کوثر تر غاړې درسره وويني . ))

( کنزالعمال : لومړى ټوک،٤٨ مخ ) په دې عبارت راوړى دى : (( داسې پېغمبر نه دى راغلى،چې د پخواني پېغمبر په نيمه به يې ژوند نه وي کړى او نږدې ده،چې ما ته هم بلنه راکړه شي او زه يې هم ومنم، ستاسې نظر څه دى او او زما په اړه  څه وياست ؟ )) ورته وويل شول : تا د ټولو ښېګڼه غوښته . رسول الله (ص) وويل : مګر داسې نه وه، چې شهادت مو ورکړى و، چې بې له خدايه بل خداى نشته او محمد يې بنده او استازى دى او شهادت مو ورکړى،چې جنت، دوزخ او له مړينې وروسته ژوند حق دى ؟ )) ټولو ورته وويل : ولې نه شهادت ورکوو . رسول الله (ص) وويل : ((زه هم درسره شهادت ورکوم؛پوه شئ، چې زه به درنه مخکې حوض کوثر ته ولاړ شم او تاسې به هم راپسې راشئ،چې بر يې له صنعا ( يمن ) تر بصرا ( شام ) پورې دى او د اسمان د ستوريو هومره جامونه پکې دي؛نو ګورم،چې تر ما وروسته له “ثقلين” سره څرنګه چلن کوئ ؟)) وپوښتل شو : ثقلين څه دي ؟ رسول الله (ص) وويل : (( يو يې د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى او بل اړخ يې له تاسې سره دى؛نو منګولې پرې ولګوئ،چې بې لارې نشئ او دويم يې عترت زما اهلبيت دي او ځيرن باخبر څښتن مې خبر راکړى،چې هغوى دوه يو له بله نه بېلېدونکي دي،چې د کوثر د حوض تر غاړې مې وويني او ما له خدايه هغوى ته همداراز غوښتي؛نو ترې مخکې نشئ، چې ورک به شئ او کوښښ مه کوئ،چې څه ورزده کړئ؛ځکه  هغوى تر ټولو پوه دي؛نو د هر چاچې زه ولي او د واک خاوند وم؛علي يې ولي او د واک خاوند دى؛نو خدايه ! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . ))

متقي بيا وايي : دا روايت طبراني په کبير کې له حضرت ابي  الطفيل له حضرت زيد بن ارقم او هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٦٣مخ ) کې په لږ اختلاف له حضرت زيد بن ارقم څخه په لږ اختلاف داسې نقل کړى : رسول اکرم په “جحفه” کې واړوله او بيا يې د خداى تر ستاينې وروسته خلکو ته وويل : (( داسې پېغمبر نه پېژنم،چې الخ بيا وايي : له دې هم په يوه لنډ روايت کې راغلي، چې د سپينو زرو د جامونو پر ځاى په کې د سرو زرو جامونه راغلي دي، بيا وايي : روايت دى، چې کله د خداى نبي له حجة الوداع راستون شو؛ نو په “خم غدير” کې تم شو او حکم يې وکړ،چې تر ونو لاندې سيورى جارو کړئ او بيا پاڅېد او خلکو ته يې وويل : (( ګواکې بلل شوى يم او ما هم و منله )) ( او په پاى کې وايي ) ما يزيد ته وويل : آيا دا حديث دې په خپله له رسول الله اورېدلى دى؟ را ته يې وويل : تر هغو ونو لاندې به داسې څوک نه و،چې د خداى د رسول غږ به يې په خپلو دوو غوږونو نه وي اورېدلى او په سترګو به يې نه وي ليدلاى .

 ( کنزالعمال : لومړى ټوک،٤٨ مخ ) په دې عبارت راوړى : (( لطيف او خبير څښتن خبر راکړى،چې پېغمبران د تېر پېغمبر د عمر په نيمايي ژوند کوي او نږدې ده،چې و بلل شم او زه  هم بلنه ومنم او زه تاسې او خپل ځان مسئول ګڼم؛نو اوس مې د دندې په اړه  څه وياست؟))  ورته وويل شول : شهادت ورکوو،چې خپل رسالت دې ښه ترسره کړ او کوښښ او جهاد دې وکړ او د ټولو ښېګڼه دې وغوښته . بيا رسول اکرم (ص) وويل: (( آيا شهادت ورکوئ، چې بې له خدايه بل خداى نشته او محمد د خداى بنده او استازى دى، جنت حق دى، اور حق دى، مرګ حق دى او تر مړينې وروسته راژوندي کېدل حق دي،قيامت راتلونکى دى او اړنګ پکې نشته او خداى به ټول خلک له قبرونو راژوندي کوي ؟ خلکو! خداى زما مولا او زه د ټولو مؤمنانو مولا يم او تر هغوى وړ او واک يې لرم؛نو د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛ نو خدايه  د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن و سه . خلکو زه درنه مخکې تلونکى يم او تاسې به راسره د هغه حوض تر غاړې ووينئ، چې بر يې له بصرا ( شام ) تر صنعا (يمن ) پورې او د اسمان د ستوريو هومره د سپينو زرو جامونه پکې دي او هلته مو چې راسره وليدل؛ نو زه به درنه د ثقلينو پوښتنه کوم؛نو ګورم،چې څرنګه چلن ورسره کوئ، چې يو يې “اکبر ثقل” ؛د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى سره او بل يې له تاسې سره دى؛نو منګولې پرې ولګولئ،چې بېلارې نشئ او نور درباندې واکمن نشي او بل يې زما عترت اهلبيت دي،چې لطيف او خبير خداى مې خبر راکړى،چې دوى به هېڅکله يو له بله بېل نشي،چې د حوض کوثر تر غاړې راسره وويني . ))

 بيا کنزالعمال وايي : دا روايت حکيم ترمذي په نوادر الاصول او طبراني په کبير کې له حضرت ابي  الطفيل له حضرت حذيفه بن اسيد څخه نقل کړى دى . 

ليکوال : دا روايت هيثمي په مجمع ( نهم ټوک،١٦٤ مخ ) کې راوړى او په پيل کې يې ويلي دي : له حضرت حذيفه بن اسيد څخه روايت دى،چې کله د خداى نبي له حجة الوداع څخه راستون شو؛نو خپل اصحاب يې له تلو وژغورل او بيا يې حکم وکړ، چې تر ونو لاندې سيورى له خاشاکو او خسو پاک کړئ او هلته يې لمونځ  وکړ او بيا پاڅېد او خلکو ته يې وويل : (( لطيف او خبير خداى مې خبر کړى يم، چې ( د حديث تر پايه )

 او بيا يې وويل : دا حديث طبراني نقل کړى او کنزالعمال هم د دويم ځل لپاره د درېم ټوک په ٦١ مخ کې نقل کړى او يې ويلي : له حضرت ابي  الطفيل عامر بن واثله له حضرت حذيفه بن اسيدغفاري څخه د هيثمي په څېر حديث نقل کړى دى .

 همداراز ابن اثير په اسدالغابه ( درېم ټوک،٩٢ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : له حضرت ابي  الطفيل عامر بن واثله له حضرت حذيفه بن اسيد غفاري او حضرت عامر بن ليلي بن ضمرة روايت دى،چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم، چې له حجة الوداع راستون شو،د “خم غدير” پر ورځ يې وويل : ايها الناس ! لطيف او خبير خداى مې خبر راکړى . ( د حديث تر پايه )

 همداراز ابن حجر په اصابة ( څلورم ټوک،٦١ مخ ) کې په لنډه نقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٣ مخ ) وايي : ((  علي بن ابيطالب د هغه مولا دى،چې زه يې مولا وم . ))

 دا روايت محمالي هم په امالي کې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

ليکوال : دا روايت مناوي هم په فيض القدير ( څلورم ټوک،٣٥٨ مخ ) او کنوزالحقايق ( ٩٢ مخ ) او علي بن سلطان هم د مرقات  پينځم ټوک په ٥٦٨ مخ کې راوړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٤ مخ )  په دې عبارت نقل کړى : (( پوه شئ ! خداى زما ولي او زه د هر ولي مؤمن يم او د چاچې ولي وم؛نو علي يې مولا دى . )) بيا متقي وايي : دا روايت ابونعيم د فضايل الصحابه په کتاب کې له حضرت زيد بن ارقم له حضرت براء بن عازب څخه نقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) داسې عبارت راوړى دى : (( خدايه! د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هر هغه چاچې د علي مرسته کوي .)) متقي وايي : طبراني له حبشي بن جناده نقل کړى دى .  

ليکوال : دا روايت هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : د “خم غدير” پر ورځ مې د خداى له رسوله واورېدل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . )) ( د حديث تر پايه ) هيثمي وايي : دا روايت طبراني نقل کړى او ټول رجال يې ډاډمن دي .

ليکوال :محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٩ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : مخلص ذهبي نقل کړى دى . ( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) داسې عبارت راوړى دى : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . ))

متقي وايي : دا روايت  طبراني له ابي  عمرو له ابن ابي  شيبه له حضرت ابي هريرة او د خداى د رسول  له  دولس نورو اصحابو نقل کړى او احمد بن حنبل، طبراني، سعيدبن منصور له حضرت ابي  ايوب او له نورو اصحابو کرامو نقل کړى ،حاکم له حضرت علي او حضرت طلحه نقل کړى او احمد بن حنبل، طبراني، سعيدبن منصور له حضرت علي او دېرشو نورو اصحابو نقل کړى او ابونعيم د فضائل الصحابه په کتاب کې له حضرت سعد او خطيب له حضرت انس څخه نقل کړى دى .  

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٠ مخ ) وايي : له حضرت ميمون بن عبدالله روايت دى :  له حضرت زيدبن ارقم سره وو،چې يو سړي د حضرت علي په اړه  پوښتنه وکړه . حضرت زيد ورته وويل : له رسول الله سره د مکې او مدينې تر منځ په سفر کې وو، چې په “خم غدير” نومې ځاى کې تم شو، بيا د جمې د لمانځه لپاره اذان  وشو، خلک راټول شول او رسول اکرم د خداى  تر ستاينې وروسته وويل : (( خلکو! آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم او د واک خاوند يې نه يم ؟ )) ورته وويل شول : هو همداسې ده او موږ شهادت ورکوو،چې ته د هر مؤمن واک  او اختيار لرې او تر هغوى وړ يې  . بيا رسول الله مبارک وويل : (( پوه شئ ! د چاچې زه مولا وم دا يې مو لا دى .)) دا مهال يې حضرت علي له لاسه ونيو او خلکو ته يې وښود . 

بيا يې وويل : ((خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) ( بيا وايي : دا خبره د ابن جرير طبري ده )

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٧ مخ ) له عبدالرحمان بن ابي  ليلى روايت کړى،چې وايي : حضرت علي خطبه وويله او بيا يې خلکو ته وويل : ستاسې دې پر اسلام قسم وي او هغه کسان دې پاڅي، چې د “خم غدير” پر ورځ يې له رسول الله اورېدلي و ي : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه  او مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي او  مرسته و نه کړې د هغه چې د علي له مرستې ځان ژغوري  )) دا مهال لس او څو تنه نور پاڅېدل او شهادت يې ورکړ؛خو هغوى چې پا نه څېدل او شهادت يې ور نه کړ؛نو تر مړينې مخکې يا ړانده شول او يا د برګي پر ناروغۍ اخته شو . ( خطيب ددې کسانو نوم ذکر راوړى دى )

( کنزالعمال : شپږ م ټوک،٣٩٧ مخ ) له حضرت علي روايتوي او وايي : رسول اکرم (ص) وويل : (( آيا پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ ))ورته وويل شول:هو همداراز ده . بيا پاک نبي وويل : (( د چاچې زه ولي يم؛ هغه يې ولي دى )) ( له ابن عاصم څخه روايت شوى دى ))

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٨ مخ ) له حضرت جابر بن سمرة روايتوي،چې ويلي يې دي : په “جحفه” کې په “خم غدير” کې وو، چې و موليدل رسول اکرم(ص)، حضرت علي له لاسه نيولى،وايي : ((د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى )) ( روايت له ابن ابي  شيبه شوى دى )) 

 ( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٨ مخ ) له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي : په جحفه کې په “خم غدير” کې له رسول الله سره وو، چې د جهينيه، مزينة او د غفار د ټبر ډېر خلک راټول شوي وو،چې رسول الله مبارک له خپلې کېږدۍ راووت او په خپل لاس يې درې ځل اشاره  وکړه او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : ((د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى .)) ( بزار ) 

 ( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٩ مخ ) له حضرت جرير بجلي روايتوي او وايي : د حج په موسم کې له رسول الله (ص) سره وو،هغه د حجة الوداع سفر و، چې “خم غدير” ته راورسېدو،چې د جمې د لمانځه لپاره غږ وشو،ټول لمونځ ته راټول شول؛مهاجر او انصار ټول سره راټول شوي ول، پېغمبر اکرم (ص) زموږ  د ټولو په منځ کې ولاړ و او و يې ويل : (( خلکو!پرڅه شهادت ورکوئ؟)) ورته وويل : پردې چې بې له خدايه بل خداى معبود نشته !بيا يې وپوښتل: (( نور پر څه شهادت ورکوئ ))  ورته وويل شول : داچې محمد د خداى بنده او استازى دى !. بيا يې وپوښتل : ((ولي مو څوک دى ؟ )) ورته وويل شول : خداى او استازى يې ! بيا يې وپوښتل : (ولي مو څوک دى ؟)  او بيا يې دواړه  لاسونه بډ وهل او علي يې له لاسونو ونيو او په جيګ غږ يې وويل : (( د چاچې خداى او استازى يې مولا دى؛نو دا يې هم مولا دى،خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) ( د حديث تر پايه ) (طبراني )

ليکوال : دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې په لنډه او هيثمي د مجمع  د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٩ مخ ) وايي : حضرت علي وايي : رسول اکرم په “خم غدير” کې تر ونې لاندې کېږدۍ ووهله او بيا له کېږدۍ راووت او علي يې له لاسه ونيو او و يې ويل : (( خلکو ! آيا شهادت مو نه ورکاوه،چې پالونکى څښتن مو معبود دى ؟ )) ورته وويل شول : هو شهادت ورکوو . بيا يې وپوښتل : (( آيا شهادت مو نه ورکاوه، چې ستاسې د واک خاوند خداى او استازى يې دى ؟ او داچې پېغمبر مو مولا دى ؟ )) ورته وويل شول : هو شهادت ورکوو . بيا رسول الله (ص) وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى او په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم،چې که منګولې مو پرې ولګولې؛نو هېڅکله به بېلارې نشئ؛يو د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى او بل يې له تاسې سره دى او دويم يې زما اهلبيت دي .))

 (ابن جرير، ابن ابي  عاصم او محاملي په امالي کې راوړى او محاملي صحيح ګڼلى دى )

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٣ مخ ) له حضرت عمير بن سعد څخه روايت کړى، چې وايي : حضرت علي په رحبه ( کوفه ) کې  خلکو ته چې زه هم پکې وم، قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي وي : ((  د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))  بيا اتلس تنه پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې دا خبره مو د خداى له استازي اورېدلې ده . ( طبراني په اوسط کې راوړى دى )

ليکوال : هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې نقل کړى او ويلي يې دي، چې سند يې صحيح دى .

(کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٣مخ ) حضرت زيد بن ارقم : حضرت علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازى اورېدلى وي : (( ايا خبر نه ياست چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ او د واک خاوند يې يم او  د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))  بيا  دولس تنو پر دې خبره شهادت ورکړ .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٣ مخ ) ابي  اسحاق له عمرو ذى مرو له سعيدبن وهب له زيد بن يثيع (رض) : وامو ورېدل،چې حضرت علي په کوفه  کې خلکو ته قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاځي،چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلې وي : ((زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ او د واک خاوند يې يم،د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى خدايه د دوستانو يې دوست او دښمانو يې دښمن وسه او مرسته د هغه و نه کړې،چې د علي مرسته نه کوي ))  بيا ديارلس تنو شهادت ورکړ، چې دا خبره يې د خداى له استازي اورېدلې ده .

 ( ابن بزار، ابن جرير او خلعي په خلعيات کې راوړى او هيثمي وايي: ددې حديث ټول رجال ډاډمن دي )

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٥ مخ )  حضرت سعد : د خداى له استازي مې د حضرت علي درې ځانګړنې واورېدې،چې که يوه يې هم زما وه؛ نو په دنيا کې به تر هر څه راته ښه وه ؛لومړى : رسول الله(ص)، حضرت علي ته وويل : ((داسې راته يې؛لکه هارون،چې موسى ته و؛خو بې له پېغمبرۍ)) دويم : ورته يې وويل : (( سبا به د د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛ هغه چې هېڅکله له جګړې نه تښتي . )) درېم: (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې ولي دى .)) ( متقي وايي : دا روايت ابن جرير طبري نقل کړى دى )

   ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٤٠٦مخ ) وايي : د “خم غدير” پر ورځ يې رسول الله له لاسه ونيو او خلکو ته يې وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . )) ( د حديث تر پايه ) بيا وايي: ( راهويه او اين جرير نقل کړى دى )

( اصابه : لومړى ټوک،لومړى قسم،٣١٩ مخ ) وايي : ابن عقده د موالات په کتاب کې له حبة بن جوين روايتوي،چې وايي : د “خم غدير” ورځ وه،چې رسول الله حکم وکړ: جارچييان دې غږ کړي ( الصلاة جامعة ) ابن جوين تر هغه حديث وروسته د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) روايت داسې نقلوي،چې د حضرت علي لاس يې پورته او دومره يې پورته کړ، چې ما يې تخرګونه وليدل او زه پر هغه ورځ مشرک وم .

ليکوال : دا روايت ابن اثير جرزي هم په اسدالغابه ( لومړي ټوک،٣٦٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : له يعقوب بن يوسف ( تردې چې وايي ) له حضرت حبة بن جوين عرني بجلي روايت شوى، چې ويې ويل : د “خم غدير” پر ورځ د خداى رسول د جماعت د لمانځه حکم وکړ او دا وخت لا نيمه ورځ تېره شوې وه. د خداى  تر ستاينې وروسته يې وويل: ((خلکو ! خبر ياست، تر تاسې ډېر زه ستاسې واک لرم ؟ )) خلکو ورته وويل : هو خبر يو . بيا رسول الله وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) او بيا يې د حضرت علي لاس دومره پورته کړ، چې ما يې تخرګونه وليدل او زه پر دې ورځ مشرک وم . 

( اصابه : درېم ټوک، لومړى قسم ،٢٩ مخ ) ابن عقده د موالات په کتاب کې د عمرو بن يعلي مره له لارې له پلار له نيکه روايت کړى،چې ويلي يې دي :علي،چې کوفې ته راغى؛نو خلکو ته يې قسم ورکړ،هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې يې د خداى له نبي اورېدلي وي : ((د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى.))  بيا لس او يو څو نور کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې پکې زيد که يزيد بن شراجيل انصاري هم پاڅېد او شهادت يې ورکړ .

ليکوال : دا روايت ابن اثير جرزي هم د اسد الغابه د پينځم ټوک په شپږم مخ کې راوړى او ويلي يې دي : ابوموسى را ته خبر راکړى ( همداراز يې راويان شمېرلي،چې رارسېدلى ) ابوالعباس ابن عقده ( تردې چې وايي ) له عمرو بن عبدالله بن مره له پلار له نيکه روايت دى،چې وايي : د خداى له رسول مې واورېدل : ((  د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمانو يې دښمن وسه  )) او بيا چې کله حضرت علي کوفې ته راغى؛نو خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې يې له رسول الله  اورېدلي وي : ((  د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))  بيا لس او يو څو نور تنه پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې پکې د خداى  د استازي صحابي ابوايوب(رض) ( هغه چې په مدينه کې يې رسول الله ته په خپل کور کې ځاى ورکړ ) او بل حضرت ناجية بن عمرو خزاعي هم و. ( د جرزي د وينا له مخې ) چې د اسدالغابه دويم ټوک همدا روايت نقل کړى دى .

( اصابه : څلورم ټوک،لومړۍ برخه١٦٩ مخ ) وايي : ابن عقده هم _ د عمرو بن عبدالله بن يعلي بن مره له پلار له نيکه څخه _ روايت کړى، چې وايي : چې کله حضرت علي کوفې ته راغى؛نو خلکو ته يې قسم ورکړ، چې اولس تنو شهادت ورکړ، چې حضرت عامربن ليلي غفاري هم پکې و .

ليکوال : دا روايت يې د شپږم ټوک په ٢٢٣ مخ کې هم نقل کړى او ابن اثير جرزي د اسدالغابه د درېم ټوک په ٩٣ مخ کې راوړى او بيا وايي : د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) تر غونډلې وروسته يې ويلي وو : ((د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . ))

( اصابه : څلورم ټوک،لومړى قسم،١٤ مخ ) وايي : ابن عقده د موالات په کتاب کې د موسى بن اکتل بن عمير نميري له لارې روايتوي،چې وايي : تره مې عامر بن عمير موږ ته د “خم غدير” حديث نقل کړى دى .

 ( اصابه : څلورم ټوک، لومړى قسم،١٤٣ مخ ) وايي : ابوالعباس بن عقده د (( جمع طرق )) په کتاب کې د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) حديث د ابراهيم بن محمد،چې زما په آند ابن ابي  يحيى په سند دى، له جعفر بن محمد له پلاره او ايمن بن عبدالله بن يا ليل څخه نقل کړى،چې وايي : د خداى له رسول مې واورېدل،چې ويل يې : د چا چې زه مولا وم الخ او بيا يې وويل : دا روايت ابوموسى استدراک کړى دى .

ليکوال : ابن اثير د اسدالغابه د درېم ټوک په ٢٧٤ مخ کې ويلي : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى  . ))

( اصابه : څلورم ټوک، لومړى قسم،١٦٩ مخ ) وايي : ابن عقده د موالات په کتاب کې د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) په راويانو کې د حضرت عبدالرحمن بن عبدرب انصاري نوم هم راوړى او بيا يې حديث د حضرت اصبغ بن نباته له لارې داسې نقل کړى دى : حضرت علي،چې په رحبه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې يوازې هغه کسان دې پاڅي،چې پخپله يې  د “خم غدير” پر ورځ د رسول اکرم وينا اورېدلي وي، چې لس او يو څو نور تنه پاڅېدل،چې پکې ابو ايوب، ابو زينب او عبدالرحمن بن عبدرب انصاري (رضى الله عنهم) هم وو او ويې ويل : شهادت ورکوو، چې رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ وويل : (( خداى زما ولي دى،زه د مؤمنانو ولي يم او د هر چا چې زه مولا يم؛نو علي يې ولي دى .))  

ليکوال : دا روايت يې د اووم ټوک د لومړي قسم په ٧٨ مخ کې هم راوړى او پکې راغلي : شهادت ورکوو،چې د “خم غدير” پر ورځ حال داچې رسول اکرم (ص) حضرت علي له لاسه نيولى و، وويل : ((شهادت نه ورکوئ، چې ما د خداى رسالت تر سره کړ ؟ )) ورته وويل شول : هو شهادت ورکوو . رسول الله (ص) وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . ))

دا روايت ابن اثير جرزي د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٢٠٥ مخ کې راوړى او دا زياتوالى هم پکې راغلى : (( خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي او مرسته و نه کړې د هغه چې د علي مرسته نه کوي . )) دا روايت طحاوي هم د مشکل الاثار د دويم ټوک په ٣٠٧ مخ کې او د ( و انصر من نصره و اخذل من خذله ) غونډله يې هم راوړې ده .

( اصابه : څلورم ټوک،لومړى قسم،١٢٨ مخ ) له ابو العباس بن عقده ( د موالات د کتاب خاوند )څخه روايتوي : سعد بن طالب ابو غيلان راته وويل : ابواسحاق را ته وويل : يوې ډلې،چې نومونه يې نشم اخستى راته روايت کړى،چې حضرت علي په رحبه کې خلکو ته قسم ورکړ،چې هغوى دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې يې له رسول الله اورېدلي : ((  د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى .)) چې يوه ډله پاڅېده او شهادت يې ورکړ، چې حضرت عبدالرحمن بن مدلج هم پکې و .

همدا مانا ابن شاهين له ابن عقده نقل او ابو موسى استدراک کړى دى .

ليکوال : ابن اثير جرزي هم د اسدالغابه د درېم ټوک په ٣٢١ مخ کې راوړى،چې پکې راغلي : شهادت يې ورکړ،چې دا خبره يې د خداى له نبي اورېدلې او هغوى چې پردې شهادت پرده واچوله او شهادت يې ور نه کړ؛نو تر مړينې مخکې ړانده شول او يا په کوم آفت ککړ شول .

( اصابه : اووم ټوک،لومړى قسم،١٥٦ مخ ) وايي : ابوالعباس بن عقده د موالاة په کتاب کې د ابا قدامه انصاري نوم اخستى _ ابوالعباس په خپل کې د غدير د حديث د نقلولو لارې شمېرلې دي _ او د محمد کثير له فطر له حضرت ابي  الطفيل له لارې روايت کړى چې وايي : موږ له علي سره وو چې خلکو ته يې قسم ورکړ چې هغوى دې پاڅي چې د “خم غدير” په کيسه کې وو چې اتلس کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ چې په کې ابو قدامه انصاري هم و.

بيا اصابه وايي : دا روايت ابو موسى استدراک کړى دى .

ليکوال : ابن اثير جرزي هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٢٧٦ مخ کې راوړى او د سند تر راوړو وروسته يې ويلي دي : حضرت ابي الطفيل : موږ له حضرت علي سره وو چې خلکو ته يې قسم ورکړ چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي چې د “خم غدير” په پېښه کې وو چې بيا اوولس کسان پاڅېدل ابوقدامه انصاري هم پکې و، شهادت يې ورکړ،چې له رسول الله سره له حجة الوداع څخه راستنېده او ماسپيښين و، چې رسول الله مو وليد او حکم يې وکړ،چې د ونو ښاخونه سره وتړئ او بيا يې پرې څادرونه هوار کړل او بيا جارچيانو د لمانځه  غږ کړ، ټولو لمونځ وکړ او بيا رسول اکرم د خداى تر ستاينې وروسته وويل : (( خلکو! خبر ياست،چې خداى زما مولا او زه د مؤمنانو مولا يم او پر مؤمنانو تر هغوى وړ او واک يې زما په لاس کې دى ؟))  ( دا خبره يې څو ځلې وکړه او هر ځل ورته خلکو ) وويل : هو خبر يو .

بيا حال داچې ستا لاسونه يې په خپلو لاسونو کې وو، وويل: (( د چا چې  زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى ، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه  . )) او دا دعا يې درې ځلې وکړه .

( اسدالغابه : لومړى ټوک، ٣٠٨ مخ ) وايي : ابو احمد عسکري په خپل سند له عمارة بن يزيد له عبدالله بن علاء له زهري ( تردې چې وايي ) څخه روايت کړى،چې وايي : له اباجنيدة جندع بن عمرو بن مازن (رض) څخه مې واورېدل،چې د خداى له استازي يې اورېدلي دي : (( کور دې د هغه وسوځي،چې په لوى لاس په ما پورې دروغ تړي . )) او همداراز مې ترې واورېدل : _ او که داسې نه وي؛نو خداى دې زما دواړه غوږونه کاڼه کړي _ له حجة الوداع څخه د راستنېدو پر مهال،چې په “خم غدير” کې يې خطبه وويله او حال داچې حضرت علي يې له لاسه نيولى و ، وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛ نو دا يې ولي دى،خدايه ! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) عبدالله وايي : ما زهري ته وويل :دا حديث په شام کې چا ته مه وايه؛ځکه هلته د اوبو څښکلو په څېر حضرت علي ته کنځلې کوي . په ځواب کې يې راته وويل : پر خداى،چې د حضرت علي په فضيلت کې دومره حديثونه لرم،چې که  مې ورته وويل؛ نو و به مې وژني.  

( اسدالغابه : درېم ټوک،٣٠٧ مخ ) په خپل سند له حضرت اصبغ بن نباته روايتوي،چې وايي : علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ،چې په تاسې کې دې يوازې هغه کسان له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې يې په خپله  له رسول الله  اورېدلي وي : ((  د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))  بيا لس او يو څو نور تنه، چې پکې ابوايوب انصاري، ابوعمرة بن محصن، ابوزينب، سهل بن حنيف، خزيمه بن ثابت، عبدالله بن ثابت انصاري، حبشى بن جناده سلولى، عبيده بن عازب انصاري، نعمان بن عجلان انصاري، ثابت بن وديعه انصاري، ابوفضاله انصاري او عبدالرحمن بن عبدرب (رضى الله عنهم) پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې موږ د خداى له استازي واورېدل، چې ويل يې : (( عزوجل څښتن زما ولي او زه د مؤمنانو ولي يم او پوه شئ ! زه چې د هر چا ولي وم؛نو علي يې مولا دى؛نو  خدايه ! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او د هغه ملاتړ شې،چې د علي  ملاتړ وي.))

( ابن قتيبة؛الامامه و السياسه :٩٣ مخ ) له همدان څخه  د برد په نامه يو سړى معاويه بن ابوسفيان ته راغى او وا يې ورېدل،چې ( عمرو) حضرت علي ته کنځلې کوي،چې ورته يې وويل : زما سپين ږيرو د خداى له استازي اورېدلي چې (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى .)) نو آيا دا حديث صحيح دى که باطل ؟ عمرو وويل : حق دى او زه به تردې درته ډېر ووايم او هغه داچې د رسول الله په اصحابو کې د حضرت علي هومره يو هم فضيلت نه لري .

( طحاوي؛مشکل ا لاثار : دويم ټوک،٣٠٧ مخ ) په خپل سند له محمد بن عمر بن علي له پلار حضرت علي روايتوي،چې وايي : پېغمبر اکرم په “خم غدير” کې له خپلې کېږدۍ راووت  او زه يې له لاسه ونيوم او و يې ويل : (( خلکو! آيا تاسې نه وئ،چې ويل مو چې پالونکى مو الله دى؟)) ورته وويل شول : هو موږ وو . رسول الله : (( آيا هغه خلک نه وئ،چې ويل به مو چې واک مو د خداى او د خداى د استازي په لاس کې دى او دا چې خداى او استازى يې ستاسې مولا دى ؟ )) خلکو وويل : هو همداراز ده . رسول الله (ص) : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى او زه په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم؛که منګولې مو پرې ولګولې؛نو تر ما وروسته به هېڅکله بې لارې نشئ،چې يو يې د خداى کتاب او بل يې زما اهلبيت دي .))

( مناوي؛فيض القدير : شپږم ټوک،٢١٨ مخ ) د غدير حديث يې له ديلمي په دې ټکيو راوړى : ( د چاچې زه پېغمبر وم؛نو علي يې ولي دى ) او وايي : نو ځکه حضرت ابابکر _ د دارقطني د وينا له مخې _ وويل : علي د رسول الله عترت دى .

ليکوال : دا روايت مناوي هم د کنوزالحقايق په ١٤٧ مخ کې په دې عبارت راوړى : ( د چاچې زه ولي وم؛ نو علي يې ولي دى . ) او په پاى کې وايي : ديلمي ويلي دي .

( هيثمي ؛ مجمع : اووم ټوک،١٧ مخ ) حضرت عمار ياسر : حضرت علي بن ابيطالب د مستحب لمانځه پر رکوع و، چې سوالګر يې مخې ته ودرېد او حضرت علي خپله په لاس ګوته سوالګر ته ورکړه. پېغمبر اکرم چې راغى؛نو سوالګر ورته کيسه وکړه،چې بيا دا آيت راغى :[ إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ] رسول اکرم آيت ووايه او بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . خدايه ! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) ( طبراني )

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٠٥ مخ ) حضرت زيد بن ارقم : د خداى نبي حکم وکړ،چې تر ونو لاندې ځاى جارو او ابپاشي کړئ او بيا يې موږ ته خطبه وويله او په خداى قسم،چې تر قيامته پورې د هر څه وړاندوينه يې راته وکړه او بيا يې وويل : (( خلکو ! څوک دى،چې ستاسې واک يې په لاس کې دى ؟ )) خلکو ورته وويل : خداى او استازى يې ! رسول الله : (( د چا چې زه مولا وم؛نو دا يې مولا دى .)) او بيا يې علي له لاسه ونيو او ټولو ته يې وښود او بيا يې وويل : (( خدايه ! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه ! )) ( وايي ) دا روايت طبراني او بزار تر دې هم بشپړ نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٠٥ مخ ) وايي : له داود بن يزيد اودي له پلاره روايت کړى،چې وايي : حضرت ابوهريرة،چې جومات ته راننووت؛نو خلک ترې راتاو شول،چې دا مهال يو ځوان پاڅېداو و يې ويل :پر خداى مو قسم، چې آيا د خداى له رسوله دې اورېدلي چې : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى .خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) حضرت ابوهريره وويل : شهادت ورکوم، چې د خداى له استازي مې اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) (وايي ) : دا روايت ابويعلي او ورته يو بل روايت بزار او طبراني په اوسط کې نقل کړى دى .

هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې وايي : حضرت انس بن حويرث وايي : پېغمبراکرم (ص) وايي : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . )) ( وايي ) : دا روايت طبرانې نقل کړى او رجال يې ډاډمن دي .

 ( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک، ١٠٧ مخ )  حميد بن عمارة : له خپل پلاره مې واورېدل،چې ويل يې : د خداى له استازي مې اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . خدايه د دوستانويې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) ( دا خبره يې په داسې حال کوله،چې علي يې له لاسه نيولى و . (بزار)

 ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٠٨ مخ ) حضرت ابن عباس : د خداى رسول وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . )) ( طبراني )

 

 

د يارانو مبارکي

( د امام احمد بن حنبل مسند : څلورم ټوک،٢٨١ مخ ) په خپل سند له حضرت براء بن عازب څخه روايتوي،چې وايي : په يوه سفر کې له رسول الله سره وو،چې په “خم غدير” کې تم شو ( حديث ته هماغسې ادامه ورکوي؛لکه څنګه چې په صحيح ابن ماجه کې راغلى ) بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او رسول الله (ص) وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى ، خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه.)) حضرت براء  بن عازب وايي : حضرت عمر،چې حضرت علي وليد؛نو ورته يې وويل : د ابوطالب زويه مبارک دې شه، چې د تل لپاره د مؤمن او مؤمنې مولا شوې .

( فخر رازي په کبير تفسير کې ) د مائدې د سورت د (أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) آيت په تفسير کې وايي : ددې آيت لسمه وجه او شان نزول دادى،چې د حضرت علي په فضيلت کې نازل شوى او تر نازلېدو وروسته يې د خداى نبي د حضرت علي لاس ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى،خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه . )) چې بيا عمر (رض) راغى او حضرت علي ته يې وويل : مبارک دې شه، چې د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې . 

( خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ : شپږم ټوک،٢٩٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي،چې وايي : څوک چې د ذي الحجه په اتلسمه روژه شي؛نو د شپږ مياشتو د روژو ثواب به ورته ليکل کېږي؛ځکه  د “خم غدير” ورځ ده،چې پر هغه ورځ رسول الله (ص)، حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( آيا د مؤمنانواو تر هغوى وړ نه يم ؟ )) ورته وويل شول : هو يې ! بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . )) تر دې وروسته حضرت عمر بن خطاب راغى او و يې ويل : بخ بخ لک يابن ابيطالب چې د تل لپاره زما او د هر مسلمان مولا شوې . بيا خداى دا آيت راولېږه : (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)

( فيض القدير : شپږم ټوک،٢١٧ مخ ) په شرح کې يې وايي : چې کله حضرت ابوبکر او حضرت عمر د رسول اکرم(ص)  له خولې واورېدل، چې حضرت علي ته وايي : ((من کنت مولاه فعلى مولاه ))؛نو راغلل او حضرت علي ته يې  وويل : د ابوطالب زويه ! د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې .

ليکوال : دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې راوړى او هغه روايت دى،چې په اصل کې دارقطني له حضرت سعد بن ابي  وقاص څخه نقل کړى دى .

(  محب طبري؛ذخائر العقبى : ٦٨ مخ ) وايي : عمر(رض) وايي : يو څو بيدياني عربان په جنګ ورته راغلل،چې  حضرت عمر،حضرت علي ته وويل : اباالحسنه ! په دوى کې ورمندون- قضاوت وکړه . حضرت علي هم په هغوى دوو کې ورمندون وکړ . په هغوى کې يو نيوکه وکړه او و يې ويل : دا به په موږ کې ورمندون کوي . حضرت عمر له ځايه پاڅېد او هغه يې له ګرېوانه راونيو او ورته يې وويل : هغه پېژنې،چې څوک دى ؟ دا زما او د هر مؤمن مولا دى او د چا چې هغه مولا نه وي؛نو مؤمن نه دى. وايي: دا روايت ابن سلمان په موافقات کې راوړى دى .

ليکوال : دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٠٧ مخ کې له دارقطني روايت کړى دى .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) وايي : حضرت عمر ( هغه سړي ته چې شخړه يې ورسره راغلې وه ) وويل : په موږ کې به هغه سړى _ حضرت علي ته يې اشاره وکړه_ ورمندون کوي . سړي  وويل : هغه سړى به په موږ کې ورمندون کوي ؟! حضرت عمر له ځايه ورپاڅېد او له ګرېوانه يې راونيو او ورته يې وويل : خبريې،چې څوک ښيې ؟ دا زما او د هر مسلمان مولا دى . وايي : ابن سمان نقل کړى دى .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) سالم وايي : يو سړي حضرت عمر ته وويل : ته له علي سره داسې په درناوي چلن کوې، چې د رسول اکرم (ص) له يو صحابي سره يې هم نه کوې .عمر (رض) ورته وويل :ځکه هغه زما مولا دى .

ليکوال : دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې نقل کړى دى.

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) حضرت عمر : علي د هغه مولا دى،چې رسول الله يې مولا و . (ابن السمان )

د “خم غدير” پر ورځ

رسول الله (ص) د حضرت علي پر سر پګړۍ کېښووه

( ابي  داوود طيالسي؛ مسند : لومړى ټوک،٢٣ مخ ) په خپل سند د  حضرت علي له خولې وايي : د “خم غدير” پر ورځ رسول اکرم راته پګړۍ پر سر کړه،چې شا ته راځنګېده ( بيا وايي ) : خداى د بدر او حنين پر ورځ په هغه پرښتې زما مرسته وکړه،چې د “خم غدير” د پګړۍ په څېر پګړۍ يې درلوده .

دا روايت بيهقي هم د سنن په ١٤ مخ کې  او بن حجر د اصابه د څلورم ټوک، لومړي قسم په ٤١ مخ کې راوړى،چې پکې راغلي : توره پګړۍ وه پر وليو مې راځنګېده . بيا وايي : دا بغوي روايت  کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٦٠ مخ ) حضرت علي وايي : رسول اکرم (ص) راته د “خم غدير” پر ورځ پر سر پګړۍ کېښووه،چې شا ته هم ځنګېده ؛( وايي چې په يو بل نقل کې راغلي ) پر دواړو وليو مې راوځنګېده او بيا يې  وويل : د بدراو حنين پر ورځ مې خداى په هغو پرښتو مرسته وکړه،چې زما د “خم غدير”  د ورځې پګړۍ يې پر سر وې او بيا وايي : پګړۍ د کفر او ايمان ترمنځ واټن ده ( په بل نقل کې راغلي ) د مسلمان او کافر ترمنځ واټن ده ( د حديث تر پايه ) بيا وايي : دا روايت ابن ابي  شيبه، ابو داوود طيالسي، ابن منيع او بيهقي نقل کړى دى . 

(ابن اثير جرزي؛اسد الغابه : درېم ټوک،١١٤مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالاعلى ابن عدى روايتوي،چې وايي : د “خم غدير” پر ورځ رسول الله (ص)، حضرت علي راوغوښت او پر سر يې ورته پګړۍ کېښووه او پر شا يې هم راوځنګېده او بيا يې وويل : تل داسې پګړۍ تړئ، چې پګړۍ د اسلام ښکارندوى ده او د مسلمان او کافر ترمنځ بريد دى .

ليکوال : دا روايت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په٢١٧ مخ کې راوړى دى .

 

د (  يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) آيت د

“خم غدير” پر ورځ راغلى دى

( واحدي؛ اسباب النزول : ١٥٠ مخ ) وايي : ابو سعيد بن محمد بن علي صفار وويل چې حسن بن احمد مخلدي وويل : موږ ته محمد بن حمدون بن خالد وويل : موږ ته محمد بن ابراهيم خلوتي وويل : ما ته حسن بن حماد بن سجاده وويل : علي بن عابس له اعمش له ابي  حجاب له عطيه له ابي سعيد خدري (رض) روايت کړى،چې د ( يا يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) آيت د “خم غدير” پر ورځ د علي بن ابيطالب رضى الله عنه په اړه  نازل شوى دى .

( فخر رازي په کبير تفسير کې ) د مائدې د سورت د (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ) د آيت په تفسير کې وايي : لسم _؛يعنې له هغو وجهو لسم،چې مفسرين يې ددې آيت د نزول په اړه  بيانوي _ دادى، چې د حضرت علي بي ابيطالب په فضيلت کې راغلى دى او همداچې نازل شو؛نو رسول اکرم (ص) هغه له لاسه ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) او تر دې وروسته، چې حضرت عمر،حضرت علي وليد؛نو ورته يې وويل : د ابوطالب زويه ! مبارک دې شه، چې زما او د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې . ( فخر رازي وايي ) دا خبره د حضرت ابن عباس، حضرت براء بن عازب او حضرت محمد بن علي ده .

د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) آيت د

“خم غدير” پر ورځ نازل شوى دى

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) تر آيت لاندې ليکي : ابن مردويه او ابن عساکر دواړو له ابي  حضرت سعيد خدري نقل کړى،چې ويلي يې دي : چې کله رسول اکرم (ص) ،حضرت علي نصب کړ او د ولايت نعره يې ووهله؛نو جبراييل راغى او د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) آيت يې راووړ .  

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) تر آيت لاندې ليکي : ابن مردويه ، خطيب  او ابن عساکر له حضرت ابي  هريره روايت کړى،چې د “خم غدير” ورځ؛يعنې د ذي الحجې اتلسم شو؛نو پاک نبي وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى . )) بيا خداى دا آيت راولېږه : (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)  

( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ : شپږم ټوک،٢٩٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي هريره نقل کړى،چې وايي : څوک چې د ذي الحجې په اتلسم روژه شي؛نو د شپېتو روژو ثواب ورته ليکل کېږي، چې دا ورځ د “خم غدير” ورځ ده،چې پر هغه ورځ رسول الله (ص)،حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( آيا زه د مؤمنينو مولا نه وم ؟ )) ورته وويل شول : هو تاسې د مؤمنانو ولي ياست ! بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې ولي دى . )) بيا حضرت عمر بن خطاب وويل : بخ بخ لک يابن ابيطالب ! مبارک دې شه چې زما او د هر مسلمان مولا شوې . بيا سبحان څښتن د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) آيت راولېږه . ( د حديث تر پايه ) او دې حديث ته ورته يو بل روايت هم خطيب له بلې لارې نقل کړى دى .

حارث بن نعمان پر الهي عذاب ککړ شو؛ځکه  د “خم غدير” پر ورځ يې د خداى د رسول پر کار خوښ نه شو

(  شبلنجي؛ نورالابصار :٧١ مخ ) وايي : امام ابواسحاق ثعلبي په خپل تفسير کې نقل کړى،چې يو سړي له سفيان بن عينيه وپوښتل : د (سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ ) آيت د چا په اړه  راغلى دى ؟ سفيان ورته وويل : له ما دې داسې څه وپوښتل ،چې تر اوسه لا چا نه وه پوښتلې  پلار مې له جعفر بن محمد له خپلو پلرونو نقل کړي،چې د “خم غدير” ورځ شوه؛نو رسول اکرم (ص) جارچيانو ته حکم وکړ، چې د لمانځع غږ وکړئ او چې ټول راټول شول؛نو رسول اکرم(ص)، حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې ولي دى . )) چې دا خبره په چټکه په ټولو ښارونو کې خپره شوه او حارث بن نعمان هم ترې خبر شو،پر اوښ سپور د خداى رسول ته راغى له اوښه راکوز شو او و يې ويل : محمده ! د خداى له اړخه دې حکم راکړ، چې شهادت ورکړو،چې بې له خدايه بل خداى نشته او داچې ته پېغمبر يې؛موږ هم درسره ومنله . حکم دې وکړ،چې پينځه وخته لمونځ وکړو؛ و مو منله . حکم دې وکړ،چې  زکات ورکړئ ؛ ومو منله . حکم دې وکړ، چې د رمضان په مياشت کې روژه ونيسئ؛ ومو نيوله . حکم دې وکړ چې حج وکړ؛ومو کړ؛خو ته په دې ټولو راضي نه شوې او د خپل د تره زوى لاس دې پورته کړ،چې هغه تر موږ غوره کړى او بيا دې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . ))؛نو آيا دا خبره د خداى ده او که له ځانه دې کړى ده ؟ د خداى نبي ورته وويل : قسم پر خداى چې بې له هغه بل خداى نشته،چې دا خبره بې له خدايه د بل چا خبره نه ده . دا مهال حارث شا کړه،چې ستون شي او ويې ويل : خدايه ! که محمد رښتيا وايي؛نو پر ما کاڼي راووروه او يا مې پر سخت عذاب ککړ کړه . تر اوسه لا پر خپل اوښ نه و سپور شوى،چې له اسمانه پرې ټبره راګوزاره شوه او ځاى پر ځاى يې مړ کړ او ورپسې سملاسي دا آيتونه راغلل : [سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ . لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ . مِّنَ اللَّهِ ذِي الْمَعَارِجِ (معارج/۱- ۳)]

ليکوال : دا روايت  مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې نقل کړى؛خو د هغه په نقل کې سفيان د جعفر بن محمد نوم نه دى راوړى .

 

 

خوشال بابا وايي :

زه خوشحال خټک  په حب داهل بيتو

خارجي اورافضي کړم اخـــــــــراجي [34]

 

رسول الله (ص) : تر ما وروسته علي ولي دى

دا حديث د صحيح ترمذي په دويم ټوک، ٥٨ باب، ٢٩٧مخ؛ احمد بن حنبل د مسند د څلورم ټوک په ٤٣٧ مخ؛ حاکم د مستدرک د درېم ټوک په ١١٠ مخ؛ ابوداوود طيالسي د مسند د درېم ټوک په ١١١ مخ ؛ ابونعيم د د حلية د شپږم ټوک په٢٩٤ مخ؛ متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٩ مخ او نسائي د خصايص په ٢٣ مخ کې او نورو ډېرو د يمن د جګړې په کيسه کې نقل کړى دى .  

( ابوداود طيالسي؛مسند: ١١ټوک،٣٦٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايتوي،چې پاک نبي،حضرت علي ته وويل : (( ته تر ما وروسته د هر مؤمن ولي يې . ))

( اسدالغابه : پينځم ټوک، ٩٤ مخ ) د وهب بن حمزه په ژباړه کې وايي : د هغه حديث يوسف بن صهيب له رکين بن وهب بن حمزه داسې نقل کړى دى : له مدينې تر مکې له حضرت علي سره په سفر کې وم،چې په لار کې مې ترې يوه مکروه وليده او ورته مې وويل : پېغمبراکرم مې چې وليد؛نو خبره به دې ورته وکړم او چې رسول الله مې وليد؛نو کيسه مې ورته وکړه،چې راته يې وويل : (( دا خبره مه کوه؛ځکه هغه تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))

دا روايت مناوي هم د فيض القدير په ٣٥٧ مخ، هيثمي  د مجمع د نهم ټوک په ١٠٩ مخ، ابن حجر د اصابه د شپږم ټوک،لومړي قسم،٣٢٥ مخ او متقي  د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٥ مخ راوړى دى .

 

آيت : (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ)

( فخر رازي ؛کبير تفسير ) د مائدې په سورت کې د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) تر آيت لاندې ليکي : له حضرت ابي  ذر څخه روايت دى : د ماسپښين لمونځ مې له رسول الله سره وکړ،چې يو سوالګر جومات ته راننووت او سوال يې وکړ؛خو چا څه ور نه کړ ( ددې حديث نوره برخه په تېرو برخو کې تېر شو ) دا روايت ابواسحاق احمد ثعلبي هم په خپل تفسير کې راوړ دى .

( تفسير ابن جرير طبري : شپږم ټوک، ١٨٦ مخ ) په خپل سند له عتبة بن حکيم او همداراز په هماغه مخ کې بيا له غالب بن عبيدالله له مجاهد او سيوطي هم د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) تر آيت لاندې او د  وينا له مخې يې عبدالرزاق، عبد بن حميد، ابن جرير، ابوالشيخ او ابن مرودويه هر يو له بېل بېل صحابي او واحدي د اسباب النزول په ١٤٨ مخ له ابي  صالح له حضرت ابن عباس او فخر رازي  له عبدالله بن سلام او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣١٩ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٠٥مخ  کې د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) په باب روايتونه نقل کړي،چې دا آيت د حضرت علي په فضيلت کې راغلى دى،چې موږ يې يوازې د کنزالعمال د اووم ټوک،٣٠٥ مخ روايت راخستى،چې پکې راغلي : حضرت ابي  رافع وايي: رسول الله (ص) ته ورغلم،چې  د وحې په حالت کې و؛ نو ناڅاپه مې پام شو،چې يو مار د کوټې په ګوټ کې روان دى؛ګومان مې وکړ،چې که يې مړ کړم؛نو رسول الله به له خوبه راويښ شي او که مړ يې نه کړم؛نو کېداى شي رسول الله (ص) وچيچي؛ اړ شوم،چې د پاک نبي د ژغورولو لپاره د مار او د رسول اکرم په منځ کې سملم او پر همدې مهال پېغمبر اکرم پاڅېد،چې د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ)

 آيت راغى او بيا يې وويل : الحمدلله .  بيا يې سترګې پر ما ولګېدې،چې په څنګ کې يې پروت يم؛نو پوښتنه يې وکړه : ولې دلته پروت يې ؟ ورته مې وويل : ددې مار له امله . راته يې وويل : پاڅه او مار ووژنه . ما هم مار وواژه . بيا يې له لاسه ونيوم او راته يې وويل : ابا رافع ! ډېر ژر به داسې خلک پېداشي،چې له علي سره به جګړه وکړي؛نو د خداى حق دى،چې له هغوى سره جهاد وشي او که چا د جهاد وسه نه درلوده؛نو په ژبه دې ورسره مبارزه وکړي او که دومره وسه يې هم نه درلوده؛نو په زړه دې ورسره جهاد وکړي،چې بې له دې بله دنده نشته .

همداراز طبراني په اوسط، سيوطي په درالمنثور، ابن مردويه له حضرت عمار ياسر او ذخاير العقبى (٨٨ او ١٠٢ مخونو ) کې له عبدالله سلام، واحدي په اسباب النزول، ابوالفرج ابن الجوزي، رياض النضره ( دويم ټوک،٢٧٧ مخ ) او د هغه د وينا له مخې، واحدي او ابوالفرج او فضائلي هم په دې اړه روايتونه نقل کړي دي .

(  ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : يوولسم ټوک،٤٣٩ مخ ) ابراهيم بن زياد سبلان وايي : عباد بن عباد راته روايت وکړ،چې له يونس بن خباب سره وم او ورته مې وويل : د قبر د عذاب په اړه  راته روايت وکړه، چې راته يې وويل : په دې کې يو لړ خبرې دي،چې ناصبيانو او د حضرت علي دښمنانو پټې کړې دي . پوښتنه مې وکړه : هغه کومه خبره ده ؟ داچې په قبر کې له هر چا پوښتنه کېږي،چې ولي دې څوک و ؟؛نو که ځواب دې ورکړ: علي! ؛ نو خلاصون به دې موندلاى وي .

 

د رسول الله (ص) خليفه

( هيثمي؛مجمع : اتم ټوک،٣١٤ مخ )  حضرت عبدالله بن مسعود : رسول الله راته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل : اجل مې رانږدې شوى دى . ورته مې وويل : رسول الله ! آيا ابوبکر (رض) خپل خليفه کوئ ؟ رسول الله راڅخه مخ واړو؛نو پوه شوم،چې زما خبره يې خوښه نه شوه؛نو ورته مې وويل : عمر (رض) څنګه ؟ بيا يې مخ واړو؛پوه شوم،چې بيا يې هم زما خبره خوښه نه شوه، چې بيا مې ترې پوښتنه وکړه : رسوالله ولې علي خپل ځايناستى نه کوئ ؟ را ته يې وويل : (( قسم پر خداى ! خليفه مو هماغه دى او که بيعت مو ورسره وکړ، لاروي مو ترې وکړه؛نو ټول به جنتيان شئ . ))

( مناوي؛کنوزالحقايق :١٤٥ مخ ) رسول الله (ص) وويل : (( ووژنئ، هغه چې د خلافت  پر سر له علي سره جګړه کوي که هر څوک وي . )) مناوي دا حديث ديلمي ته نسبت ورکړى دى .

( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخي : لومړى ټوک،١٣٥ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن احمد بن حنبل څخه روايت کړى،چې وايي : له پلار سره مې وم،چې څو تنه ورته راغلل او د ابوبکر،عمر، عثمان او علي (رضى الله عنهم) د خلافت په اړه  يې اوږدې خبرې وکړې،چې په پاى کې مې پلار وويل : ډېرې خبرې مو وکړې! هغوى درېو د خلافت له لارې عزت لاس ته راوړ او حضرت علي چې خليفه شو؛نو خلافت ته يې عزت ورکړ .

 

خوشحال بابا وايي :

                 د رستم د مړنتوب خبرې هېڅ شوې

                 ذوالفقار چې يې ياد شوى په قصص[35]

 

د بدر د جګړې پر ورځ حضرت جبراييل وويل :

 لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على

( صحيح بخاري : د بدء الخلق کتاب : باب قتال ابي جهل ) په خپل سند له حضرت علي بن ابيطالب روايتوي چې وايي :ړومبى تن يم،چې د قيامت پر ورځ به د لوراند څښتن پر وړاندې عدالت غوښتنې ته ګونډه ووهم . قيس بن عباد وايي : د (هَذَانِ خَصْمَانِ اخْتَصَمُوا فِي رَبِّهِمْ) آيت هم د حضرت علي په اړه  نازل شوى او د بدر د ورځې يو جنګيالى هغه، بل يې حضرت حمزه،حضرت عبيدة بن حارث ، عتبه، شيبه او وليد د عتبه زوى و .

( سنن بيهقي: درېم ټوک،٢٧٦ مخ ) په خپل سند له حضرت علي روايتوي،چې وايي : د بدر پر ورځ عتبه، ورور يې شيبه او زوى يې وليد د دښمن له لښکره راووت او مقابلې ته يې انډول وغوښت؛نو د اسلام له لښـکره يو ځوان راووت، مشرکانو وويل : موږ دا نه غواړو . ورته ووايه،چې زموږ خپل تربوران راشي، موږ غواړو  د عبدالمطلب له پرګې سره وجنګېږو . رسول اکرم (ص) خپل تره ته وويل : حمزه ! عبيده ! علي پاڅى! بيا حمزه له عتبه،عبيده له شيبه او علي  له وليد سره ونښت؛ حمزه  عتبه، علي وليد او عبيده شيبه وواژه؛خو شيبه په توره عبيده وواهه  او پښه يې ترې غوسه يې کړه او حمزه او علي يې مرستې ته ورغلل او عبيده تر څه مودې وروسته په صفراء کې ومړ .

سيوطي په درالمنثور کې د ( ص ) د سورت  تر (أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ) آيت او همداراز ( حلية: نهم ټوک ،١٤٥ مخ ) په دې اړه  راويتونه نقل کړي،چې په دويمي کې يې راغلي : معاويه بن ابي سفيان د بني کنانه يو سړى وپوښت: د بدر جګړه دې يادېږي؟ ورته يې وويل : هو . معاويه : هغه مهال د څو کالو وې؟ ورته يې وويل :ځوان وم . معاويه : څه چې دې يادېږي،راته يې ووايه . و يې ويل : د علي بن ابيطالب جګړه مې يادېږي،چې تر اوسه مې د هغه په څېر ځوان نه و ليدلى،چې د زمري په څېر به يې پر دښمن بريد کاوه .

( رياض النضره : دويم ټوک،٢٢٥ مخ ) او ( ابن جرير طبري؛ تاريخ : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په دويمي کې يې ابي رافع له پلار له نيکه روايتوي،چې وايي : وروسته تر دې، چې  حضرت علي د بدر په جګړه کې د کفر بېرغچيان ووژل؛نو رسول اکرم (ص) وليدل،چې د مشرکينو يوه ډله په يوه ځاى کې راټوله شوې؛نو حضرت علي ته يې حکم وکړ،چې بريد پرې وکړه او  خپاره يې کړه . حضرت علي بريد وکړ او په دې بريد کې يې عمرو بن عبدالله وواژه او نور يې خپاره کړل . بيا رسول اکرم (ص) وليدل،چې بله ډله په يوه بل ځاى کې ولاړه ده؛نو بيا يې پر حضرت علي غږ وکړه : هغوى وشينده ! حضرت علي بريد وکړ او د بني عامر بن لوئي له ټبره يې شيبه بن مالک وواژه او نور يې خپاره واره کړل . دا مهال حضرت جبراييل، رسول اکرم ته وويل: دا ده د مواسات مانا . رسول اکرم ورته وويل : اخر هغه له ما او زه له هغه ځنې يم. جبراييل وويل : او زه ستاسو د دواړو او چې ټولو واورېدل : لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على .

دا روايت ( محب طبري؛ رياض النضره :دويم ټوک،١٧٢ مخ ) ، ( علي بن سلطان؛ مرقاة : پينځم ټوک،٥٦٧ مخ ) ، ( کنزالعمال :درېم ټوک،١٥٤ مخ ) ، ( ذخاير العقبى :٧٤ مخ ) او همداراز ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٧٣ مخ ) هر يو د بدر د جګړې په اړه  روايت نقل کړى،چې په وروستي کې يې راغلي : پر هغه شپه رسول اکرم (ص) خپلو يارانو ته وويل : څوک به اوبه راوړي ؟ اصحابو کرامو يې خبره و نه منله او يوازې حضرت علي و، چې د اوبو خيږ يې پر اوږه کړ او د بدر څاه ته ورکوز شو،چې ډېر ژور او تياره و . خداى، جبراييل، مکائيل او اسرافيل ته وويل : د محمد او ګوند يې د بري چمتوتيا ونيسئ او دا درې واڼه پرښتې راکوزې شوې او د راکوزېدو پر مهال يې د حضرت علي ستاينه وکړه.

دا روايت ابن شاهين هم نقل کړى . محب طبري هم د ذخاير په ٦٨ مخ کې راوړى او د احمد مناقب ته يې نسبت ورکړى دى .

زمخشري د کشاف او فخر رازي په کبير تفسير کې د انفال د سورت د (فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللّهَ رَمَى؛يعنې تاسې هغوى و نه وژل؛بلکې خداى ووژل او تاسې هم ګوزار نه کړل کله مو چې ګوزار کړل؛بلکې خداى ګوزار کړل ) آيت په تفسير کې راوړي، د کفر لښکر،چې راښکاره شو؛نو رسول اکرم (ص) د دعا لپاره لاسونه پورته کړل او و يې ويل : خدايه !دا د قريشو لښکر دى،چې ستا استازى يې دورغجن وګاڼه او اوس په کبر را روان دي؛نو خدايه ! هغه برى راورسوي، چې  ژمنه دې راسره کړې وه . جبراييل راغى او و يې ويل : يو موټى خاوره راواخله او پر لور يې وروشينده، لښکر،چې رانږدې شو، پاک نبي(ص)،حضرت علي ته وويل : يو موټى خاورې راکړه . خاورې يې د دښمن پر لور وروشيندلې او و يې ويل : شاهت الوجوه؛ چې په پايله کې يو مشرک هم پاتې نه شو؛خو هغه چې خاورې پرې نه وې لګېدلې،د کفر لښکر ټول ووژل او ځينې يې اسيران کړل . دا روايت سيوطي هم په درالمنثور کې د پورتني آيت په تفسير کې راوړى او په طبراني، ابوالشيخ او ابن مردويه ته يې نسبت ورکړى دى .

د احد غزا

( اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٠ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت علي د احد پر ورځ شپاړس ټپونه واخستل، چې هر يو يې يوازې کړاى شول،له پښو يې وغورځوي او هر ټپ يې، چې اخسته او لوېده ؛نو جبراييل به را پورته کاوه .

( رياض النضره :دويم ټوک،١٧٢ مخ ) ، ( علي بن سلطان؛مرقاة :پينځم ټوک،٥٦٨ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع :شپږم ټوک،١١٤ مخ )  او (متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک٤٠٠ مخ ) روايتونه راوړي،چې حضرت جبرئيل د حضرت علي مواساة وستايل .

( شبلنجي؛ نوروالابصار : ٧٩ مخ ) له حافظ بن محمد بن عبدالعزيز جنابذى د ( معالم العترة النبويه ) په کتاب کې او هغه د مسند له ذکر پرته له قيس بن سعد له پلاره روايتوي،چې له حضرت علي يې اورېدلي،چې و يې ويل :د احد پر ورځ مې شپاړس ټپونه واخستل،چې څلورو يې راګوزار کړم،چې يو ښکلى او خوږبويه سړى راغى او زه يې را اوچت کړم او راته يې وويل : ورپسې ولاړ شه،چې د خداى  او رسول  پر لار يې او هغوى دواړه له تا راضي دي . ما کيسه رسول اکرم (ص) ته و کړه . و يې ويل : علي ! خداى دې سترګې روښانه کړه؛ هغه جبراييل و .

( نورالابصار :٧٨ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : د احد پر ورځ طلحه بن ابي طلحة د کفارو بېرغچي مېدان ته راودانګل او غږ يې کړ : د محمد اصحابو ! ګروهمن ياست،چې موږ به خداى ستاسې په تورو دوزخ ته او تاسې به زموږ په تورو جنت ته لېږي؛نو په تاسې کې کوم يو د جنت لېواله دى . حضرت علي بن ابيطالب ورمخې ته شو او ورته يې وويل : پر خداى چې تر هغه به دې پرې نه ږدم،چې په توره مې دوزخ ته نه يې لېږلى؛د تورو ګوزارونه شول، چې حضرت علي په توره پر پښو وواهه او پښې يې ترې غوسې کړې او غوښتل يې و يې وژني؛خو طلحه ورته د خپلوۍ قسم ورکړ،چې مه مې وژنه . علي هم خپل ځاى ته راستون شو. مسلمانانو ورته وويل : ولې دې و نه واژه . ورته يې وويل : قسم يې راکړ،چې و يې نه وژنم؛خو ډاډمن يم،چې ژوندى به پاتې نشي او طلحه هملته ومړ او پېغمبر اکرم يې پر مړينه خورا خوشحاله شو . شبلنجي بيا له ابن اسحاق نقلوي،چې وايي : د احد د جګړې فاتح حضرت علي او د هغه زغم وه .

خوشال بابا وايي :

چې د دين مخــــــــــالفان  يې وو خوراک

په داهسې مړنتـــــــــــــوب يې آفرين وو

چې په کار يې محــــــــــــمد شو فرحناک

که سواره يې مړني دلښــــــــکر ډېر دي

لاس زما د دلدل سواردزين فـــــــــــتراک[36]

د قيامت تر ورځې د حضرت علي

مبارزه  د امت تر ټولو کړنو غوره ده

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٢ مخ ) په خپل سند له سفيان ثوري له بهز بن حکيم حکيم له پلاره له نيکه روايتوي،چې وايي : رسول اکرم (ص) ويل : د خندق د جګړې پر ورځ له عمرو بن عبدود سره د حضرت علي مبارزه د قيامت تر ورځې تر ټولو غوره عمل دى،چې زما امت به يې کوي .

دا روايت ( خطيب؛د بغداد تاريخي :ديارلسم ټوک،١٩ مخ ) له اسحاق بن بشر قرشي له بهز بن حکيم له پلاره له نيکه او دې ورته يو روايت فخر رازي په کبير تفسير کې د قدر سورت په تفسير کې راوړى دى .

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٣٢ مخ ) په خپل سند له ابن اسحاق روايتوي،چې وايي : عمرو بن عبدود د بدر په جګړه کې هم برخه اخستې وه؛خو د ټپ اخستو له امله يې د احد په جګړه کې برخه وا نه خسته؛نو د خندق جګړې ته ځکه راغلى و،چې د بدر په جګړه کې د اخستل شوي ټپ غچ واخلي او ټول ځان يې پر وسله پوښلى و، چې ټول يې وګوري،چې حضرت علي پرې غږ وکړ : عمرو ! له خداى سره دې ژمنه کړې وه،چې که په جګړه کې مقابل لورى قرشي وي؛نو يو له دوو وړانديزونو يې ومنې . عمرو ورته وويل : هو همداسې ده ! حضرت علي ورته وويل : وړانديز درکوم،چې د خداى او رسول بلنه يې و منې او مسلمان شې . عمرو وويل : زه دې خبرو ته اړتيا نه لرم ، دويم وړانديز دې څه دى ؟ حضرت علي ورته وويل : بل داچې راسره وجنګېږې . عمرو ورته وويل: وراره! دا څنګه وړانديز دې ورکړ،پر خداى قسم،چې نه غواړم  و دې وژنم . حضرت علي ورته وويل : پر خداى قسم،چې غواړم  تا ووژنم . عمرو غيرتي شو او له اس يې راودانګل او د حضرت علي پر لور راغى  او غږ يې کړ : څوک دى،چې له ما سرو وجنګېږي ؟ دا مهال وسلوال حضرت علي پاڅېد،چې يوازې سترګې يې ښکارېدې او و يې ويل : رسول الله ! اجازه راکړه،چې ډګر ته ورشم. پېغمبر(ص)  ورته وويل : اخر هغه عمرو بن عبدود دى ، ته کېنه ! عمرو بيا غږ کړ : په تاسې کې سړى نشته ؟  رسول اکرم(ص)، علي ته اجازه ورکړه او ولاړ او و يې ويل :

لا تعجلن اتاک مجيب صوتک غير عاجز

ذونبهة و بصيرة والصدق منــجى کل فائز

انى لارجو اقيم عليک نامـــــحة الجنـــائز

من ضربة نجلاء يبقى ذکرها عندالهــزاهز

عمرو وپوښته :څوک يې ؟ ورته يې وويل : علي يم ؟ پوښتنه يې وکړه : د چا زوى يې ؟ زه د عبدمناف زوى علي بن ابيطالب يم . عمرو ورته وويل : ستا په لښکر کې داسې کسان شته ،چې تر تا پاخه وي،ستون شه !نه غواړم  ودې وژنم او وينه دې تويې کړم .حضرت علي : خو زه ستا د وينې تويولو لپاره هېڅ پروا او وېره نه لرم . عمرو له اسه راکوز شو او د برښنا په څېر يې خپله توره راوايسته او د  حضرت علي پر لور راغى . حضرت علي هم ورمخکې شو او د څرمنې سپر يې د تورې مخې ته ونيو. دواړه ونښتل او د نښـتې له امله دوړې شوې،چې يوه لښکر هم نه ليدل،چې څه روان دي،چې ناڅايه له دوړو د حضرت علي د الله اکبر غږ راپورته شو او پېغمبراکرم پوه شو،چې حضرت علي، عمرو له منځه وړى دى ._ تردې چې وايي : _ حضرت علي د رسول اکرم(ص) پر لور راغى حال داچې څېره يې ځلېده . حضرت عمر بن خطاب وپوښتل : ولې دې د هغه سلب را وا نه خست او د هغه د زغرې په شان بله زغره په عربو کې نشته ؟ حضرت علي ورته وويل : هغه مې چې وواهه او پر ځمکه ګوزار شو او چې غوښتل مې سر ترې غوڅ کړم؛نو عورت يې ښکاره کړ،وشرمېدم،چې سلب يې واخلم او تر مړينې وروسته يې لښکريانو له ځان سره وتښتاوه.

دا روايت ( شبلنجي؛ نورالابصار :٧٩ مخ ) هم راوړى؛خو په دومره توپير چې د عمرو بن عبدود شعرونه يې هم راوړي،چې وايي :

ولقد بحجت من النداء لجمعکم هل من مبارز

و وقفت اذوقت الشجاع مواقف القرن المناجر

و کذلک انى لــــــم ازل متترعاً قبــــــــل الهزاهز

ان الشجاعة فى الفتى و الجود من خير الغرائز

 غږ مې ټپ شو،دومره چغې مې ستاسې لښکر ته ووهلې،چې څوک دى مبارز او د مړانې پر مقام ولاړ يم،چې د خپل قوم ستر يم او مبارز غواړي زه تل د اوښانو اخستونکى او د جګړې د ورځې په هيله وم . هو ! مړانه په مېړنيو کې او سخاوت تر ټولو غوره غريزه ده .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٣ مخ ) په خپل سند له عاصم بن عمر ابن قتاده د عمرو له خور څخه د خپل ورور په مرثيه کې شعرونه نقل کړي،چې دادي :

لوکان قاتل عمرو قاتله     بکيته ما اقام الروح فى جسدى

لـــکن قاتله من لايعاب به    و کان يدعى قديما بيضة البد

که د عمرو قاتل بې له هغه بل څوک و،چې وژلى يې دى؛نو چې ژوندۍ وم، ژړل به مې؛خو د ورور وژونکى مې هغه دى، چې چا پکې نيمګړتيا نه ده ليدلې او زما د ورور پر وژلو هم نه رټل کېږي او هغه هم دى،چې له پخوا به يې ورته د قوم مشر وايه .

فخر رازي په کبير تفسير کې د بقره د سورت د (تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ؛تېر انبياء مو ځينې پر ځينو غوره کړل ) آيت په تفسير کې روايتوي،چې د عمرو عبدود تر وژولو وروسته،رسول اکرم (ص)، حضرت علي وپوښت: علي ! هغه مهال دې خپل زړه څنګه وموند ؟ حضرت علي ورته وويل : هغه مهال مې زړه دومره پياوړى و،چې که ټوله مدينه راسره جنګېدلې واى؛نو ورسره به جنګېدلاى وم .

سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت د (وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ) د آيت په تفسير کې له ابي حاتم، ابن مردويه او ابن عساکر ټول له ابن مسعود روايت کړى، چې هغه دا آيت داسې ولوسته کړ : ( و کفى الله المؤمنين القتال بعلي بن ابيطالب ) او دا مانا ذهبي هم د ميزان الاعتدال د دويم ټوک په ١٧ مخ کې له ابن مسعود نقل کړې _ ؛البته مانا يې دا نه ده،چې د علي بن ابيطالب ټکى هم د قرآن برخه وه،چې بيا لرې شوې؛بلکې ابن مسعود غوښتل ووايي،چې دا آيت د علي بن ابيطالب په اړه  نازل شوى دى .

خوشال بابا وايي :

ذوالفقــــــــــار يې ازدها وو دوى يې ژبې

د خيبرپه کوټ يې هســـې زور ښکاره کړ  چې له ويخه يې راونــــــــــــــــړول پاک [37]

د خيبر او حنين غزاګانې

( امام احمد بن حنبل؛مسند :شپږم ټوک،٨ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي رافع روايتوي،چې له حضرت علي سره د خيبر د کلاوو پر لور ولاړو؛نو همدا چې کلاوو ته ورنږدې شو؛نو له کلاګانو پرې يرغل وشو او له  حضرت علي سره ونښتل،چې يو سړي پر حضرت علي د تورې ګوزار وکړ او ډال يې ترې ګوزار کړ؛نو حضرت علي يو ور راواخسته او خپل ډال يې کړ او تر هغې يې په لاس کې و، چې خيبر يې سوبه کړ او بيا يې پر ځمکه ګوزار کړ، چې بيا زه او اووه کسان نور ولاړو،چې ور راپورته کړو،چې څومره دروند دى؛خو څومره زورونه مو چې ووهل،له ځايه مو و نه خوځاوه .

دا روايت  (ابن جرير طبري؛ تاريخ : دويم ټوک :٣٠٠ مخ ) او ( علي بن سلطان؛مرقاة : پينځم ټوک،٥٦٦ مخ ) کې هم راوړى او د احمد بن حنبل مناقب ته يې نسبت ورکړى دى .

( د بغداد تاريخ : يوولسم ټوک،٣٢٤ مخ ) په خپل سند له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي،چې د خيبر د سوبې پر ورځ،چې حضرت علي کوم ور اوچت کړى و؛نو تر څلوېښت کسانو لږو ونشو کړاى اوچت يې کړي .

 دا روايت ( ذهبي؛ميزان الاعتدال : دويم ټوک،٢١٨ مخ ) ، ( عسقلاني؛ فتح الباري :نهم ټوک،١٨ مخ ) ، ( علي بن سلطان؛مرقاة : پينځم ټوک،٥٦٧ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٨٨ مخ ) هم راوړى او محب طبري او علي بن سلطان ويلي : بيا چې غوښتل دا ور پر خپل ځاى کېږدي؛نو اويا کسانو دا کار وکړ او دا خبره يې د حاکمي اربعين ته نسبت ورکړې ده .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٣٩٨ مخ ) له حضرت جابر بن سمرة روايتوي،چې وايي :  حضرت علي د خيبر پر  ورځ ور راونړاوه او مسلمانان کلا ته ننووتل او کلا يې سوبه کړه او  بيا تر څلويښتو لږو کسانو و نه شو کړاى ور اوچت کړي .

( ابن عبدالبر؛ استيعاب : دويم ټوک،٣٩٨ مخ ) له زبير بن بکار له عبدالله بن بريده له حضرت بريده روايتوي،چې حضرت ام سلمه بي بي هم د خيبر په جګړه کې وه او و يې ويل : د مرحب پر غاښونو مې د علي د تورې د ګوزار غږ واورېد .

فخر رازي په کبير تفسير کې د کهف د سورت د (أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَبًا) آيت په تفسير کې د کراماتو پېښېدو ته شپږم دليل راوړي،وايي : څوک چې د عالم غيب په اړه  ډېره پوهه ولري؛نو زړه او ماغزه يې غښتلي وي؛نو ځکه حضرت علي کرم الله وجهه وايي : پر خداى قسم،چې هغه مهال مې د خيبر ور په جسماني ځواک پورته نه کړ او په رباني او اسماني ځواک مې پورته کړ او داچې هغه مهال حضرت علي کرم الله وجهه په ټوليزه توګه له توکیزې- مادي نړۍ سره اړيکه پرېکړې وه او د نور پرښتو پرې د عالم کبرياء رڼا اچولې وه،چې په پايله کې يې اروا د ملکي ارواګانو په څېر غښتلې شوې وه او داسې ځواک يې لاس ته راوړى و،چې تر اوسه لا هيچا هم لاس ته نه و راوړى . 

  ( هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،١٨٠ مخ ) وايي : له حضرت انس بن مالک روايت،دى چې وايي : د حنين د جګړې پر ورځ له حضرت عباس د پېغمبر تره، حضرت ابوسفيان بن حارث د پېغمبر د تره زوى او حضرت علي پرته ټول وتښتېدل او يوازې دوى ول،چې په هغه حال کې جنګېدل .

او د هماغه ټوک په ١٨٢ مخ کې له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب يو موټى خاورې رسول اکرم ته ورکړې او رسول اکرم پر دښمن وروشيندلې .

حضرت علي پر ځمکه سيف الله او اسدالله دى

( ذخاير العقبى :٩٢ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې وايي : پېغمبراکرم (ص) پر منبر کېناست او ډېره وينا يې وکړه او بيا يې وپوښتل: علي بن ابيطالب چېرته دى ؟ حضرت علي له ځايه پاڅېد او و يې ويل : رسول الله حاضر يم . پېغمبر اکرم خپلې سينې ته رانږدې او د دوو سترګو تر منځ يې ښکل کړ او پر لوړ غږ يې وويل : مسلمانانو ! دا زما ورور،د تره زوى او زوم دى؛زما غوښه ، وينه او ويښته دى؛دا زما د دوو زامنو پلار دى،چې د جنت د ځوانانو ښاغلي دي، دا دى چې تل يې زما د ستونزو غوټى پرانستې،پر ځمکه د خداى دښمنانو پر خلاف سيف الله او اسدالله دى، پر دښمنانو دې يې د خداى لعنت وي،زه او خداى يې له دښمنانو کرکجن يو او که څوک غواړي له ما او خدايه بېزاره شي؛نو له علي دې بېزاره شي او ناست کسان دې دا خبره هغوى ته ورسوي،چې نشته . بيا يې وويل : علي کېنه ! چې خداى معرفي کړې.

( ابن قتيبه؛الامامة والسياسية :٩٧ مخ ) له ابو المجحن ثقفي پرته له سنده روايت نقل کړى،چې معاويه ته ورغى او ورته يې وويل : زه له بې سره، بې ژبې، ډارن او بخيل علي بن ابيطالب څخه راغلم . معاويه ورته وويل : ته او خداى ! پوهېږې چې څه وايې ؟ او دا چې ودې ويل، هغه بې ژبې دى؛نو پر خداى قسم که د خلکو ټولې ژبې يو ځاى شي؛نو يوازې د علي ژبه ورته کافي ده او داچې و دې ويل،چې هغه ډارن دى؛نو مور دې سر ته کېنه؛ تا تر اوسه څوک ليدلى،چې علي ته به ټينګ شوى وي او پر منځ به يې نه وي نيم کړى؟ او داچې و دې ويل،هغه کنجوس دى؛نو پر خداى قسم،چې يو کور له سرو زرو او بل له بوسو ورکړې؛نو سره زره به تر بوسو مخکې انفاق کړي . د ابوالمحجن زوى وويل :نو ولې وسره جنګېږې . معاويه ورته وويل : د حضرت عثمان د وينې د غچ لپاره .

( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٥ مخ ) حضرت ابن عباس وپوښتل شو: د صفين په جګړه کې په خپله جګړې ته تللى وې که نه ؟ ځواب يې ورکړ: پر خداى قسم د هغه په څېر مې هېڅ څوک نه دي ليدلي،چې د مرګ خولې ته ځان ورغورځوي او له ډېرو جنګياليو سره جنګېدلى او ټول يې وژلي دي .

محب طبري د ذخاير په ٩٩ مخ کې راوړي او  واقدي ته يې نسبت ورکوي او وايي : ابن هشام له يو داسې کس نقل کړي،چې ډاډ يې پرې درلود چې وايي : پر هغه ورځ،چې مسلمانانو  بني قريظه کلا بندکړي ول؛ نو حضرت علي يوازې يو غږ وکړ: د ايمان سرتېرو بريد وکړئ او په خپله له حضرت زبير بن عوام سره مخکې ولاړ او غږ يې کړ : پر خداى قسم،هغه شربت څښم،چې تره مې حمزه سيد الشهدا وڅښکه او يا به کلا سوبه کړم . د کلا خلکو چغې کړې : محمده ! د سعد بن معاذ پرېکړه مو قبوله ده .

 

د ټولو جګړو مشري د حضرت علي په لاس کې وه

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١١ مخ ) او همداراز ( درېم ټوک،١٣٧ مخ ) په دې اړه  دوه روايتونه راوړي،چې په دويمي کې مالک بن دينار وايي : حضرت سعيد بن جبير مې وپوښت: په جګړو کې د رسول اکرم بېرغ د چا په لاس کې و ؟ له مانا ډکه کتنه يې راته وکړه او را ته يې وويل : راته ښکاري،چې ډېر بې فکره او خونسرده انسان يې . زه ډېر خپه شوم او د هغه دا خبره مې د هغه ملګري قراء ته وکړه،چې ما له سعيد پوښتنه وکړه، و يې ويل : په داسې ځاى کې دې وپوښت،چې له حجاج څخه وېرېده او پټ و او نن راغلى او د کعبې په شاوخوا کې يې پېدا کولاى شې؛نو ته کړاى، شې چې ورشې او خپله پوښتنه ترې وکړې او ځواب دې واخلې؛نو ما هم د کعبې مخامخ پوښتنه وکړه او راته يې وويل : په ټولو جګړو کې د رسول الله (ص) بېرغ له حضرت علي سره و او زه دا له حضرت ابن عباس روايتوم .

دا روايت ابن سعد هم د طبقات د درېم ټوک په ١٥ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى،چې سعد وايي : پر لار به د جګړې بېرغ ابن ميسره عبسي وړه؛خو چې جګړه به شوه؛نو رعلي به په لاس کې نيوه .

 دا روايت ( ذخاير :٧٥ مخ ) هم راوړى او د احمد بن حنبل مناقب ته يې نسبت ورکړى دى .

په تېرو مخونو کې مو له ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٤٩٩ مخ ) له قيس بن ابي حازم يو روايت راوړ،چې وايي : په مدينه کې په بازار کې ګرځېدم او د زيب تېږې ته ورسېدم،چې يوه ډله مې وليده،چې حضرت علي ته کنځل کوي او څوک هم ورته څه نه وايي،چې حضرت سعد بن ابي وقاص رامخکې شو او و يې ويل : آيا علي ړومبى مسلمان، ړومبى لمونځ کوونکى، تر ټولو زاهد، تر ټولو عالم، د رسول اکرم زوم او د خداى د رسول د بېرغ خاوند نه و . ( د حديث تر پايه )

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،٣٦٨مخ  ) په خپل سند له مقسم ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب :درېم ټوک،٤٧٥ مخ ) له نوموړي (اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٠ مخ ) له حضرت ثعلبة بن ابي مالک، ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٩٥ مخ ) له حضرت سعد بن عباده ، ( ابن سعد؛ طبقات :درېم ټوک،لومړى قسم،١٤ مخ ) له حضرت قتادة ، ( رياض النضره:دويم ټوک،١٩١مخ ) له حضرت ابن عباس ، ( هيثمي؛مجمع : پينځم ټوک، ٣١١ مخ ) ، ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١١ مخ ) ، (کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٦٩ مخ ) له حضرت ابن عباس، (هيثمي؛مجمع :شپږم ټوک،١١٤ مخ ) ، (رياض النضره : دويم ټوک،١٩١ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،١٦ مخ ) ، (اسدالغابه : څلورم ټوک،٢١ مخ ) او ( صواعق محرقه :٧٦ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : ابويعلي له حضرت ابوهريرة روايتوي،چې وايي : حضرت عمر بن خطاب وويل : علي ته داسې ځانګړنې لرې،چې که يوه يې هم ما درلوده؛نو تر ټولو نعمتونو به راته ښه وه . پوښتنه وشوه : هغه کومې ځانګړنې دي؟ له فاطمې سره واده، په جومات کې ژوند او د خيبر د جګړې د ورځې بېرغ.

 

خوشحال بابا وايي :

د علي د آل دوستي د ايمـــــان زړه دى

څوک دې شک په داپه زړه نه راولي

د علي د آل په مدح کې جنــــــــــت دى

د خوشحال خټک په داده تـــــــــــسلي [38]

 

خداى د حضرت علي زړه پر ايمان ازمېيلى دى

( صحيح ترمذي: دويم ټوک ) په خپل سند له ربعي بن حراش روايتوي چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب د کوفې په رحبه کې خلکو ته وويل : د حديبيه پر ورځ يوه ډله مشرکانو،چې سهيل بن عمر هم پکې و، رسول اکرم (ص) ته وويل : زموږ ځينې زامن، خپلوان او مريان  په دې نامه،چې مسلمانان شوي مدينې ته درغلي؛خو شته داسې کسان،چې نه پوهېږي، چې اصلاً دين څه ته وايي او مطلب يې دا و،چې زموږ مالونه يې له ځان سره مدينې ته دروړي؛نو داسې خلک راوسپارئ . رسول اکرم (ص) ورته وويل : که ديني پوهه نه لري؛نو ديني پوهه به ورزده کړو او په ګواښ يې وويل : د قريشو ډلې ! يا مو له دې چارو لاس واخلئ او يا به داسې سړى درولېږم،چې په توره مو سمې لار ته راوړي،چې خداى يې پر ايمان زړه ازمېيلى دى . خلکو وپوښتل : رسول الله ! هغه څوک دى ؟ دا مهال حضرت ابوبکر او حضرت عمر دواړو په يو بل پسې سرونه راپورته کړل . پېغمبراکرم (ص) چوپ و او بيا يې وويل : هغه چې خپلې پڼې ګنډي او هغه مهال حضرت علي د رسول اکرم پڼې ګنډلې. بيا حضرت علي راوکتل،و يې ويل : د خداى استازي وويل : کور دې وسوځېږي د هغه چې پر موږ دروغ تړي .

 دا روايت ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٤٠٧ مخ کې راوړى او ابن جرير ته يې نسبت ورکړى او صحيح يې ګڼلى )، ( مستدرک الصحيحين: دويم ټوک،١٣٧ مخ او همداراز څلورم ټوک،٢٩٨ مخ  ) ، ( متقي؛ کنزالعمال :شپږم ټوک،٣٩٦ مخ ) همدې مضمون ته نږدې يو بل روايت هم نقل کړى ، ( د بغداد تاريخ :لومړى ټوک،١٣٣ مخ ) له ربعي او د اتم ټوک په ٤٣٣ مخ کې له بلې لارې او دويم ټوک په ٤٠٨ مخ کې په لنډه نقل کړى دى .

( صحيح ترمذي : 2 ټوک ،301 مخ ) پر خپل سند له ابي حمزه _ انصاري _ څخه روايت کړى،چې و يې ويل :  له حضرت زيد بن ارقم نه مې واورېدل،چې و يې ويل : حضرت علي ړومبى تن و،چې اسلام يې راوړ.

دا روايت حاکم  د مستدر ک الصحيحين د 3 ټوک په 136 مخ کې نقل کړى او صحيح يې ګڼلى او نسائي هم  د خصايص په  2 مخ کې راوړى  او ابن سعد هم د طبقات د 3 ټوک لومړۍ برخې په 12 مخ کې نقل کړى او هم ابن اثير  د اسد الغابه د 4 ټوک په 17 مخ کې راوړى او همداراز  متقي؛ کنزالعمال ، 6 ټوک ، 40 مخ .

ابن شيبه او احمدبن حنبل د  مسند په 4 ټوک  کې پر دوو سندونو؛ يو په 368 مخ او بل په 371 مخ کې نقل کړى.

ابن جريرطبري هم د خپل  تاريخ  د 2 ټوک په 55 مخ کې پر دوو سندونو؛ له محمد بن منکدر او ربيعه بن ابي  عبدالرحمن او ابي حازم  مدني او کلبي  نقل کړى،چې  ټولو  ويلي  دي  : (( او حضرت علي هغه مهال نهه کلن و .))

( مستدرک الصحيحين :3 ټوک ، 465 مخ ) له حضرت ابن عباس څخه له ابو موسى اشعري (رض)  همدا مضمون  او د هماغه ټوک په 136 مخ کې  له حضرت سلمان  څخه په دې مضمون روايتوي : رسول اکرم (ص) وويل : ((په تاسې کې به تر ټولو  ړومبى هغه ما ته د کوثر د حوض غاړې ته راشي،چې تر ټولو ړومبى يې اسلام راوړى وي او هغه علي دى.))

او همداراز دا حديث خطيب بغدادي د خپل تاريخ د 2 ټوک په 18 مخ، ابن عبد البر؛استيعاب :2 ټوک ،457 مخ .ابن اثير؛ اسد الغابه: 4 ټوک، 17 مخ  او مناوي په کنوزالحقايق کې يې تر نقلولو وروسته وايي :دا حديث ديلمي او هم کنزالعمال په شپږم ټوک ،400 مخ کې راوړى او کنزالعمال د ابن ابي  شيبه خبره هم راوړې او همداراز هيثمي هغه د مجمع د 9 ټوک په 102 مخ  کې نقل  کړى او د طبراني خبره يې هم  راخستې ده.

( مستدرک الصحيحين :3ټوک ،499 مخ ) پر خپل سند له قيس بن ابي حازم څخه روايت کړى،چې وايي : په مدينه کې وم،چې په دې  ترڅ کې،چې په بازار کې مې چکر واهه ،چې باحجارزيت  ته ورسېدم او  ومې ليدل،چې يوه ډله  د يوه سپاره شاوخوا ته راټول شوي او هغه هم حضرت علي ته کنځلې کوي،خلکو هم ورته غوږ نيولى و او چا هم ورته څه نه ويل،چې دا مهال ناڅاپه حضرت سعد بن ابي وقاص راورسېد او ورسره ودرېد او و يې پوښتل : څوک دى ؟ ورته وويل شول : يو سړى دى، چې حضرت علي ته کنځلې کوي . حضرت سعد غوښتل رامخکې شي؛خو خلکو لار ور نه کړه ؛خو حضرت سعد پخپله ځان هغه سړي ته ورورساوه او و يې پوښته : سړيه ! ولې علي ته کنځلې کوې ؟ مګر علي تر ټولو ړومبى اسلام را نه  وړ؟ مګر هغه تر ټولو مخکې د خداى له استازي سره لمونځ و نه کړ ؟ مګر هغه تر ټولو زاهد نه و ؟ مګر تر ټولو پوه نه و؟ او همداراز د حضرت علي يو يو فضليت يې وايه،چې دلته راورسېد : مګر هغه د خداى د استازي زوم نه و؟ مګر د خداى داستازي د جګړو بېرغچي نه و؟ او پر دې  مهال مخ په قبله ودرېداو دعا يې وکړه : خدايه! دا سړى ستا يو ولي ته کنځلې کوي؛نو مخکې له دې،چې خلک له دې ځايه خپاره شي،خپل زور وروښيه .

قيس وايي : پر خداى قسم! تر اوسه لا خپاره شوي نه وو،چې د سړي اس اوټاو شو او لاندې يې راګوزار کړ او سر يې پر ډبره ولګېد او د سر ماغزه يې وشيندل شول .

حاکم وايي : دا حديث د اعتبار لپاره ټول هغه شرايط لري، چې مسلم او بخاري يې د يو حديث د اعتبار لپاره غواړي .

(احمد حنبل؛مسند:5 ټوک ، 26 ټوک ) پر خپل سند له معقل يسار (رض) څخه نقلوي : يو ه ورځ مې پېغمبراکرم (ص) پرېمنځه ؛ نو راته يې وويل : لېوال يې چې له فاطمې سره ملاقات وکړې ؟ ورته مې وويل :هو ! بيا پاڅېد حال داچې پر ما يې ډډه وهلې وه او و يې ويل : خبر شه، چې ډېر ژر به مې دروندوالى بل  زغمي او يوازې ته به يې اجر وړې  او په هماغه حال کې مې وليدل،چې هغه مبارک بېخي دروند نه دى ؛ته وا؛لکه چې بېخي وزن نه لري او په همدې حال کې د بي بي فاطمې کور ته ورننووتو؛نو رسول اکرم (ص) وويل : (( پر خداى چې خپګان او رنځ مې ډېر شوى دى .))

ابو عبدالرحمن وايي : ما د خپل پلار په کتاب د هغه په خپل خط دا حديث داسې وموند،چې رسول اکرم (ص) بي بي فاطمې ته وويل : خوښه نه يې چې داسې سړي ته مې ور واده کړې ،چې تر ټول امته مخکې يې اسلام راووړ او تر ټولو يې پوهه او زغم يې ډېر دى؟

دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په 153 مخ کې راوړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په 101 او 114 مخونو کې راوړى او دواړو ويلي،چې هغه طبراني روايت  کړى دى .

( امام ابي حنيفه؛مسند:247 مخ ) پر خپل سند له حبه روايت کړى،چې و يې ويل : له حضرت علي مې واورېدل،چې ويل يې : (( ما ترټولو ړومبى اسلام راووړ او د خداى له استازي سره مې لمونځ وکړ .))

خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د څلورم ټوک په 223 مخ کې دا روايت راوړى دى .

(الاصابه:4ټوک،لومړى قسم ،118 مخ ) وايي : ابن شاهين له ابراهيم ابن جعفر له پلار يې جعفر بن عبدالله  بن سلمه له عمرو بن مره جهني او عبدالله بن مزني _ دا دواړه اصحابان وو _ له حضرت جابر څخه روايت کړى، چې ټولو به ويل : (( علي ړومبى تن و،چې اسلام يې راوړ .))

( الاصابه:8 ټوک ،لومړى قسم ،183 مخ ) وايي : له علي بن هاشم بن يزيد څخه يې روايت راوړى،چې ليلاى غفاريه راته وويل : د خداى له استازي سره جګړې ته تللې وم،چې هلته د ټپيانو ټپونه درمل کړم او چې کله حضرت علي د بصرې جګړې ته تله او چې هلته مې ام المؤمنين عايشه وليده، ورغلم،ورته مې وويل : د خداى له استازي دې نه اورېدل،چې د حضرت علي د فضايلو په ويلو نه مړېده . عايشې بي بي را ته وويل : ولې اورېدلي مې ترې ول او ښه مې يادېږي؛پر هغه ورځ، چې حضرت علي، رسول اکرم(ص)  ته راغى او پېغمبر اکرم له ما کره و او له ځانه يې يو زوړ څادر راتاو کړى و، چې حضرت علي راغى او زما او د رسول اکرم په منځ کې کېناست؛نو ورته مې وويل : له دې ځايه دې بل پراخ ځاى و نه موند،چې راغلې او دلته کېناستې؟رسول اکرم راته وويل :عايشې ! ورور ته مې داسې خبره مه کوه؛هغه تر ټولو ړومبى اسلام راووړ او تر ټولو وروستى به وي، چې راسره پر کړې ژمنه ولاړ وي او د قيامت پر ورځ به  هغه ړومبى تن وي،چې ما به ويني.

( اسد الغابه :5 ټوک،520 مخ ) پر خپل سند له حارث او له حضرت علي روايت کړى، چې و يې ويل :  حضرت  ابوبکر او حضرت عمر د رسول اکرم (ص) پر لور فاطمې مرکه وکړه؛خو رسول اکرم (ص) يې مرکه و نه منله، چې حضرت عمر ورته وويل : علي ! ته د فاطمې يې . ما ورته وويل : زه خو د دنيا له ماله هېڅ نه لرم او يوازې دا زغره لرم او بالاخره رسول اکرم (ص) خپله لور حضرت علي ته ورکړه  او دا خبره،چې فاطمې ته ورسېده ؛ نو ويې ژړل ،چې پېغمبراکرم (ص) ورغى او ورته يې وويل : لورې ! ولې ژاړې؟ پر خداى قسم ! په مسلمانانو کې مې تر ټولو پوه او هغه ته ورکړې،چې حلم يې تر ټولو ډېر دى او تر ټولو ړومبى يې پر ما ايمان  راووړ.

(متقي؛کنزالعمال،6 ټوک ،392 مخ ) ددې حديث تر نقلولو وروسته په اختلاف سره وايي : دا روايت ابن جرير(دا روايت صحيح ګڼلى) او دولابي د ( الذريه الطاهره ) په کتاب کې نقل کړى دى.

( رياض النضره:2ټوک ،182 مخ ) وايي : او له حضرت انس څخه روايت دى،چې کله رسول اکرم (ص) خپله لور فاطمه ،حضرت علي ته ورنکاح کړه؛نو رسول اکرم(ص)  ام ايمن ته وويل : لور مې ناوې کړه او د علي کور ته يې يوسه ! او ورته ووايه : تر هغې لاس مه وروړه،چې زه نه يم راغلى او د ماڅښتن تر لمانځه وروسته يې د اوبو يو لوښى راواخست او پکې اوبه يې په دعا دم کړې او بيا يې علي ته وويل : له  دې اوبو وڅښه او اودس هم پرې وکړه او بيا يې فاطمې ته همدا خبره وکړه  او په داوړو پسې يې ور وتاړه،چې فاطمې وژړل . رسول اکرم (ص) وپوښتله : ولې ژاړې؟ حال داچې داسې سړي ته مې ور واده کړې يې، چې تر ټولو مخکې يې اسلام راووړ او تر ټولو يې خوى غوره دى (او بيا وايي : ) د ا حديث ابوالخير حاکمي هم نقل کړى دى.

( استيعاب:2ټوک ،456 مخ ) د حضرت علي د اسلام او پر نورو اصحابانو يې د غوره والي په اړه  پر خپل سند په 457 مخ کې له حضرت عمر او غفره مريي روايت کړى،چې ويې ويل : محمد بن کعب قرظي وپوښتل شو : ړومبى تن څوک و،چې اسلام يې راوړ؟ علي (ک) و که ابوبکر(رض) ؟ په حيرانتيا يې ځواب ورکړ : سبحان الله ؛ په هغو دوو کې علي ړومبى و او که په دې  باب څوک تېروتي وي؛نو له دې امله به وي،چې علي خپل اسلام له خپل پلار پټاوه؛ خو ابوبکر (رض) خپل اسلام ښکاره کړ؛ګنې هېڅ شک نشته،چې علي تر ټولو ړومبى اسلام راوړ ( ليکوال : کېداى شي دا پټول د ابوطالب تر ايمان راوړو مخکې وي ) او په 458 مخ کې پر خپل سند له قتاده له حسن او په هماغه مخ کې يې له حضرت ابن عباس څخه په همدې ټکيو يو بل روايت نقل کړى او بيا يې ويلي : دا روايت له دوو معتبرو او ښو  لارو له ابن عمر (رض) نه هم نقل شوى دى .

ابن اثير؛ اسدالغابه ،4ټوک ،17 مخ او همداراز هيثمي ؛ مجمع الزوايد،9 ټوک ، 395 مخ هم دا روايت له طبراني راخستى دى .

( کنز العمال :6ټوک ، 395 مخ ) له حضرت عمر نه روايت کړى،چې و يې ويل : هېڅکله علي ته بدرد و نه وياست او نيوکه پرې و نه کړئ؛ ځکه د خداى له استازي مې په اړه  يې درې ځانګړنې واورېدې،چې که يوه يې ما درلوداى؛نو تر ټولو هغو څيزونو به را ته ښه وې، چې پر ځمکه پرې لمر لږي  او بيا وايي : د خداى له استازي سره وم چې حضرت ابوبکر، حضرت ابو عبيده جراح او يوه ډله نور اصحاب هم  ورسره ول،چې رسول اکرم د علي پر اوږه لاس کېښود  او ويې ويل : (( علي ! ړومبى تن وې، چې اسلام دې راوړ او ړومبى تن وې،چې ايمان دې راوړ او داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و )) ( بيا وايي ) د ا روايت  ابن النجار هم نقل کړى دى او په خپله کنزالعمال هم پر يو بل سند له حضرت ابن عباس او حضرت عمر بن خطاب  نه نقل کړى دى، چې و يې ويل : په علي پسې سپکې مه وياست او هېڅکله ورپسې بدې ردې مه وياست، چې له رسول اکرم نه مې واورېدل،چې ويل يې : په علي کې درې ځانګړنې دي. حضرت عمر په پاى کې ويلي دي :رسول اکرم (ص) وويل :((علي ! راته به دروغ وايي،چې راته وايي مينه درسره لرم؛خو تا دښمن ګڼي. ))

( د کنزالعمال خاوند وايي : ) دا حديث حسن ابن بدر په روايات خلفاء کې او حاکم په کني کې او شيرازي په القاب کې را وړى دى .

( کنزالعمال :6ټوک ،153 مخ ) د  حضرت علي د اسلام ،زغم او علم په باب روايت راوړى،چې طبراني هم نقل کړى او همداراز د شپږم ټوک په 153 او 397 مخونو کې يو بل روايت راوړى او ويلي يې دي : دا روايت خطيب د المتفق و المتفرق په کتاب کې له حضرت بريده نقل کړى او په 153 مخ کې همدې روايت ته نږدې يو بل روايت په دې زياتوالي راوړى،چې پرښتو د حضرت علي تر اسلامه اوه کاله مخکې پر ما او  حضرت علي درود وايه . ( له ابن عسا کر نه نقل شوى دى )

( حلية الاولياء :4ټوک ،294 مخ ) پر خپل سند له حسن نه روايت کړى، چې و يې ويل : همداچې حجاج بن يوسف، سعيد بن جبير لاس تړلى ونيو؛نو ورته يې وويل :شقي بن کسير يې ؟ ورته يې وويل : سعيد بن جبير يم . ورته يې وويل :بلکې ته شقي بن کسير يې .ويې ويل :ستا په پرتله مور مې زه او زما نوم ښه پېژانده؛ ورته يې وويل : ته د محمد (ص) په اړه  څه وايې ؟ پوښتنه يې وکړه : مراد دې پېغمبراکرم دى ؟ ويې ويل : هغه د آدم د ځوځات ښاغلى؛مصطفى او تر ټولو غوره پاتې شوى او تر ټولو غوره تېر شوى دى ( تردې چې حجاج وپوښت: ) د علي په اړه  څه وايې ؟ هغه د خداى د استازي د تره زوى او هغه و،چې تر ټولو ړومبى يې اسلام راوړ او د خداى  د استازي زوم و او د حسن  او حسين پلار و (تر پايه حديث ) .

( هيثمي؛مجمع ،9ټوک ،220 مخ )  له مالک بن نويرث نه يو حديث او بل حديث له حضرت بريده نه او بل حديث له حضرت ابي رافع نه نقل کړى،چې په نارينه وو کې ړومبى حضرت علي اسلام راوړ او په ښځمنو کې بي بي خديجه وه . ( له بزار  نه نقل شوى، چې راويان يې هم صحيح دي ).

( سيوطي په در المنثور کې تر : (( و کنتم ازواجا ثلاثا ))(واقعه/8 )آيت  لاندې له ابن مردويه  له حضرت ابن عباس څخه نقل کړي،چې و يې ويل: د ( السابقون والسابقون ) جمله د حزقيل د آل فرعون د مؤمن او حبيب نجار په اړه  ده،چې د دويمي کيسه د يس په سورت کې راغلې او هم د حضرت علي په اړه  دى؛ځکه  دا درې واڼه پخپلو امتونوکې تر ټولو  مخکيني دي او له نورو وړاندې دي او په دې درېو کې حضرت علي تر ټولو  غوره او افضل دى .

( کنزالعمال :6ټوک ،152 مخ ) وايي : د خلکو مخکيني درې دي : د موسى د امت يوشع بن نون او د عيسى د امت حبيب نجار دى،چې کيسه يې د يس په سورت کې راغلې ده او د محمد (ص) د امت  حضرت علي دى . (طبراني او ابن مردويه  له حضرت ابن عباس څخه راويت کړى دى )

ليکوال : مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په 135 مخ کې او ابن حجر د صواعق په 72 مخ کې او د ابن حجر د وينا له مخې  ديلمي هغه له عايشې بي بي او همداراز محب طبري د ذخاير په 58 مخ کې  او د رياض النضره د دويم ټوک په 158 مخ کې نقل کړي،چې دا حديث ابن ضحاک د ( الاحاد والمثاني ) او سيوطي په در المنثور کې د ( و کنتم ازاجا ثلاثه؛ واقعه:8 ) تر آيت لاندې  او ابن ابي حاتم له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .ثعلبي د قصص په 238 مخ  کې وايي: د خداى له استازي روايت دى، چى و يې ويل : درې کسان دي، چې ان د سترګې د رپ هومره يې هم کفر نه دى کړى،چې لومړى يې حزقيل د آل فرعون مؤمن، دويم  حبيب نجار د يسين خاوند او درېم يې علي دى، چې تر هغو دوو غوره دى.ثعلبي همدا روايت په 257 مخ کې راوړى او ويلي يې دي : علي د آل محمد مؤمن دى او علي تر هغو دوو غوره دى او په 58 مخ کې د خمشاوي خبره پر خپل سند له ابن ابي ليلي او له پلاره يې راويت کړې، چې و يې ويل : الخ زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د : [وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَى قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ ( یس/۲۰) تر آيت لاندې او دې ته ورته سيوطي په درالمنثور کې د [وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءهَا الْمُرْسَلُونَ (یس/۱۳)]ترآيت  لاندې له ابن عدد او ابن عساکر څخه نقل کړى او خطيب هم د بغداد په تاريخ کې د څلورم ټوک په  155 مخې کې دې ته ورته يو حديث له حضرت جابر څخه د حبيب نجار،علي او آسيه د فرعون د مېرمن په اړه  نقل کړى دى .

( تهذيب التهذيب؛7 ټوک ،236 مخ  د عفيف کندي د حال په شرح کې له عسکري نقل کړي،چې عفيف وويل : (( که خداى دا وياړ را پر برخه کړى،چې اسلام راوړم؛نو دا وياړ هم لرم، چې دويم تن وم، چې تر علي وروسته مې اسلام راوړ )) او له دې حديثه جوتېږي، چې حضرت علي په اسلام راوړو کې ړومبى و او موږ به هم  له څو لارو  د عفيف کيسه راواخلو .

( مستدرک الصحيحين:3ټوک ،125 مخ ) پر خپل سند له ابي اسحاق څخه روايت کړى،چې و يې ويل : قثم بن عباس مې وپوښت : څنګه ده، چې تاسې هم د خداى داستازي د تره زامن ياست؛خو يوازې علي د خداى له استازي ميراث وړي او تاسې يې نه وړئ؟ ويې ويل : ((ځکه تر موږ ټولو يې مخکې د خداى پر استازي ايمان راووړ او تر موږ ټولو يې ډېر د آنحضرت خدمت کړى دى. )) د مستدرک خاوند وايي : دا حديث صحيح دى .

متقي؛کنزالعمال ،6ټوک ،400 مخ هم دا حديث له ابن ابي شيبه نقل کړى دى .

( نورالابصار :69 مخ ) وايي : او له هغې _؛يعنې فاطمه بنت اسد _ نه روايت دى،چې هغه مهال يې چې  حضرت علي پر ګېډه و؛ نو بوتانو ته يې سجده نشوه کړاى؛ځکه ماشوم به پر خپله پښه د مور ګېډې ته فشار ورکاوه او خپله شا به يې د مور په شا پورې نښلوله؛نو ځکه هر مهال چې يې نوم راوړل کېږي؛نو وايو : ( کرم الله وجهه)؛يعنې خداى تردې ستر کړ، چې خپل مخ د بوتانو پر وړاندى د خاورې پر لور کوږ کړي .

 

د حضرت علي ايمان تر ټولو پياوړى و

( کنزالعمال :6ټوک ،156 مخ ) د خداى له استازي نقلوي، چې و يې ويل: که ټول اسمانونه او ځمکه د تلې په يوه تله کې او د علي ايمان په بله کې کېښوول شي؛نو د علي ايمان به ترې درون  وي ( له ديلمي او ابن عمر نه نقل دى ).

رياض النضره :2ټوک ،226 مخ کې له حضرت عمر بن خطاب (رض) نه روايت شوى،چې د پورتني روايت پر مضمون يې لېينه- ګواهي ورکړې ده . ( له ابن سمان او حافظ نه د سلفي په کتاب کې نقل )

 

 

خوشال بابا وايي :

د رسول،چې لوى اصحاب دي

        خداى ياد کړي په کتاب دي

ســــــــــــــــــــابقون الاولون        

راشــــــه واوره په غوږونو[39]

 

حضرت علي پر پېغمبر اکرم (ص) په ايمان  راوړو کې ړومبى تن و

( تاريخ ابن جرير طبري :2ټوک ،75 مخ )پر خپل سند له اسحاق څخه نقل کړي،چې و يې ويل :په نارينه وو کې حضرت علي ړومبي تن و،چې د خداى پر استازي يې ايمان راووړ او لمونځ يې ورسره وکړ او پېغمبراکرم (ص) يې په هغه څه کې تاييد کړ، چې د خداى له لوري يې راوړى و،سره له دې،چې لس کلن و او هغه نعمتونه،چې خداى(ج)،حضرت علي ته ورکړي ول، يو يې دا و، چې تر اسلامه مخکې هم د رسول اکرم (ص) په لمن کې وروزل  شو.

( سيوطي په در المنثور کې ) د نساء په سورت کې د ((فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا)) تر آيت لاندې  وايي : طبراني،حاکم او بيهقي يه سنن کې او ابو نعيم ( په حلية کې ) له عبدالله بن عباس څخه راويت کړي،چې ويې ويل : هغه مهال چې خوارج له حضرت علي بېل او په يوه دښته کې راټول  شول؛نو حضرت علي ته مې وويل : وربه شم او يو څه خبرې به ورسره وکړم،کېداى شي سمې ته شي؛نو ورغلم، حال داچې په لوى لاس مې وياړنې جامې اغوستې وې . خوارجو وپوښتلم : ابن عباسه ! دا وياړنې جامې څه دي، چې تا اغوستي،ياره افرين دې وي او پرتا دې وي ؟ ورته مې وويل : دا لا څه نيوکه ده،چې کوئ يې،ما پېغمبر اکرم وکوت،چې ښکلې جامې يې اغوستي او دا آيت وايي : (قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللّهِ الَّتِيَ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالْطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ؛يعنې ووايه :چا حرام کړ هغه زينت، چې خداى يې د بندګانو لپاره روزي کړى او همداراز د رزق طيبات) . خوارجو وويل:خبره کوه څه ته راغلى يې ؟

ورته مې وويل : راغلې يم و مو پوښتم: څه نيمګړتيا مو زما د تره په زوى کې موندلې ده، سره له دې چې هغه د خداى داستازي زوم و او ړومبى تن و، چې ايمان يې راووړ او اوس هم د رسول اکرم اصحاب يې لارويان دي (راوي حديث ته ادامه ورکوي،چې دلته رارسي او وايي:) په خوارجو کې لس زره کسان سمې لارې ته راووښتل او څلور زره پاتې شول،چې ټول ووژل شول .

هيثمي؛زاويد :6ټوک ،239 مخ هم دا حديث نقل کړى او ويلي يې دي،چې احمد هم دا حديث نقل کړى او رجال يې هم صحيح دي .

( سيوطي په  در المنثور کې د : (أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ (التوبه/19) تر آيت لاندې  ويلي : ابونعيم د فضايل الصحابه په کتاب کې او ابن عساکر له حضرت انس نه روايت کړى، چې ويې ويل : عباس او شيبه د کعبې کونجي ساتي سره ناست ول او پر يو بل يې وياړنې کولې او  حضرت عباس ويل: زه تر تا شريف يم؛ځکه د رسول اکرم تره يم او د رسول اکرم وصي او هم د خداى د کور د زيارت کوونکيو ساقي يم . شيبه وويل: زه تر تا شريف يم؛ځکه د هغه د کور امين او خزانه دار يم او که تا زما مقام درلود؛نو خداى به ته د خپل کور امين کړى وې؛خو دا دنده يې ماته راکړه . حضرت علي له دې پېښې خبر شو او و يې ويل : زه تر تاسې داړو شريف يم؛ځکه په اسلام راوړو او هجرت کې  ړومبې  وم . بيا درې واڼه رسول اکرم (ص) ته ورغلل او له کيسې يې خبر کړ او رسول اکرم هم ورته يو څه وويل او څو ورځې وروسته رسول اکرم ورته د پورتني سورت لس آيتونو ولوستل.

( سنن بيهقي :6ټوک ،206 مخ ) پر خپل سند له حسن او نورو نه روايت کړى،چې ويې ويل : حضرت علي ړومبى تن و، چې د خداى پر استازي يې ايمان راووړ حال داچې 15 کلن که 16 کلن و .

 دا روايت هيثمي؛مجمع ،نهم ټوک ، 102 مخ کې هم  له طبراني نقل کړى  او رجال يې هم ټول صحيح دي .

( خصايص نسائي : 3 مخ ) پر خپل سند له حضرت عمرو بن عباد بن عبدالله  روايت کړى،چې  و يې  ويل : حضرت علي وويل : زه د خداى بنده ، د خداى داستازي ورور او صديق اکبر يم او بې له ما څوک دا ادعا نه کوي؛مګر دروغجن او تر ټولو مخکې مې ايمان راوړى دى .

(اسد الغابه :4ټوک ،19 مخ ) له ابي اسحاق او ( استيعاب :2ټوک ،759 مخ ) د ليلاى غفاريه په شرح کې او ( رياض النضره :2ټوک ، 157 مخ ) له حضرت ابي ذر او همداراز ( رياض النضره :2ټوک ، 157 مخ ) له معاذه عدويه او ( کنزالعمال :6 ټوک ،405 مخ ) او محمد بن ايوب د په خپل کتاب کې او عقيلي او ذهبي؛ميزان الاعتدال ،1 ټوک ،417 مخ کې هر يو په دې  باب روايت نقل کړى دى .

( رياض النضره :2ټوک ،197 مخ ) وايي : له حضرت معاذ بن جبل څخه روايت شوى،چې ويې ويل : رسول اکرم ،حضرت علي ته وويل : ته پر اووه ګامونو د نورو خلکو په پرتله غوره يې، چې يو قريش يې هم نه لري : 1_ ته پکې ړومبى يې،چې پر خداى دى ايمان راووړ . 2_ په پرتله يې له خداى سره پر کړې ژمنه تر ټولو  وفادار يې . 3_ په پرتله يې د خداى پر امر پايدار يې . 4_  په  ويش کې تر ټولو  عادل يې . 5_ پر رعيت تر ټولو عادل يې . 6_ په قضا کې تر ټولو تکړه يې .7_ خداى ته دې مقام تر ټولو  نږدې دى. ( د حاکمي د نقل له مخې ) او ( ابونعيم هم يه حلية کې د لومړي ټوک په 66 مخ کې ) دا روايت نقل کړى دى .

( الاصابه :7ټوک، لومړى قسم ،167 مخ ) وايي : ابو احمد او ابن منده او نورو د اسحاق بن اسدي له خالد بن حارث له عوف له حسن له ابي ليلاى غفاري (رض) روايت کړى،چې ويې ويل : د خداى له استازي مې واورېدل : تر ما وروسته به فتنه راولاړه شي؛نو دا مهال هر لوري ته چې علي و، تابعدار يې وسئ  اوترې مه بېلېږئ او هغه پر ما په اسلام راوړو کې ړومبى و او هغه به ړومبى تن وي،چې د قيامت پر ورځ به راسره يو ځاى کېږي او اکبر صديق او ددې امت فاروق او د دين مشر او يعسوب دى؛لکه هماغسې،چې د دنيا مال د منافقينو يعسوب دى .

(فيض القدير :4ټوک ،358 مخ ) په شرح کې وايي : طبراني او بزار له حضراتو ابي ذر او سلمان څخه په يوه اوږده حديث کې نقل کړي،چې و يې ويل: رسول اکرم د علي لاس ونيو او و يې ويل :دا ړومبى تن و، چې پر ما يې ايمان راووړ او په قيامت کې به ما ته لاس راکوي او صديق اکبر او ددې امت فاروق او د مؤمنينو مشر دى؛لکه څنګه چې د دنيا مال د ظالمينو مشر دى .

ليکوال : دا روايت  متقي ؛کنزالعمال ،6ټوک ،156 مخ کې له طبراني په کبير کې او هغه هم له حضراتو سلمان او ابي ذر دواړو نقل کړى دى او خپل نقل يې له بيهقي په سنن کبرى او ابن عدى په کامل کې له حذيفه راخستى دى .

( کنزالعمال :6ټوک ،393 مخ ) پر خپل سند له مامون له پلار يې هارون الرشيد او له پلار مهدي او له پلار منصور او له پلار عبدالله عباس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : له حضرت عمر بن خطاب نه مې  واورېدل، چې ويل يې : په علي پسې بدى ردې مه وياست،پر خداى چې رسول اکرم به ورسره داسې چلن درلود،چې که يو يې هم راسره درلود؛نو تر ټولو هغو څيزونو به راته ښه وي، چې لمر پرې لګېږي : يوه ورځ  زه،ابوبکر، ابو عبېده جراح او څو نور اصحاب ( رضي الله عنهم) د ام المؤمنين ام سلمه د کور له مخې تېرېدو،چې و مو ليدل علي په وره کې ولاړ دى؛ نو ورته مو وويل: د خداى له استازي سره کتل غواړو. ويې ويل : پېغمبر اکرم اوس له کوره راوځي او ډېر وخت لا وتلى نه و،چې پېغمبر اکرم راووت؛ور نږدې شو؛نو رسول اکرم پر علي تکيه وکړه او پر اوږه يې ډب ورکړ او ورته يې وويل : (( ډېر ژر به درسره دښمني وشي،سره له دې،چې ړومبى تن وې،چې پر ما دې ايمان راووړ او تر ټولو مؤمنينو دې پوهه هم ډېره ده . له هغه سره پر کړې ژمنه ولاړ يې او په وېش کې تر ټولو عادل يې او پر ولس تر ټولو مهربانه يې او خپګان دې تر ټولو زيات دى او سره له دې،چې ته زما ملاتړ  يې او غسل به راکوې ښخوې به مې او ته يې چې په هر کړاو او خپګان کې مخکښ وې او تر ما وروسته به کفر ته ستون نشې او ته يې چې د قيامت پر ورځ به د حمد له  لواء  سره زما مخې ته  راځې او زما له حوض نه به دفاع کوې او هغوى يې چې وړ نه دي، له هغه ځايه به يې لرې کوې ))  او بيا حضرت ابن عباس زياتوي،علي د خداى داستازي  زوم و او  له  بېوزليو سره د مرستې او د تفسير، فقهې او تاويل  د علم له امله تر ټولو  غوره و.

 

حضرت علي ړومبى تن و چې لمونځ يې وکړ

( صحيح ابن ماجه :12 مخ ) پر خپل سند له حضرت عباده بن عبدالله  روايت کړى،چې ويلي يې دي :علي وويل : (( زه د خداى بنده او د رسول اکرم ورور او  صديق اکبر يم او که چا  تر  ما  وروسته دا ادعا وکړه؛ نو دروغجن به وي،ما اوه کاله تر ټولو مخکې  لمونځ وکړ.))

دا مضمون حاکم هم په ( مستدرک الصحيحين ؛3ټوک ،112_111 مخونو ) کې راوړى او طبري هم د خپل تاريخ د 2ټوک په 56 مخ کې نقل کړى او هم متقي؛کنزالعمال ،6ټوک ،394 مخ او  طبري ؛تاريخ طبري، 2ټوک ،56 مخ کې له حاکم او مردويه نقل کړى دى او اسدالغابه:4ټوک ، 18 مخ  هم دې مضمون ته نږدې  له حضرت ابو ايوب انصاري او محب طبري هم په رياض النضره :2ټوک ،165 مخ کې له ابي  الحسن څخه  نقل کړى دى .

( امام احمد حنبل ؛مسند:لومړى ټوک،99 مخ ) پر خپل سند له حضرت حبه عرني په دې  باب يو روايت نقل کړى،چې متقي؛کنزالعمال ،6ټوک ،395  مخ هم له ابي  داوود طيالسي، احمد حنبل ، ابي يعلي او مستدرک حاکم نه نقل کړى او هيثمي هم د مجمع  د نهم ټوک په 102 مخ کې راوړى  او ويلي يې دي،چې دا روايت احمد ،ابويعلي ، بزار او طبراني په اوسط کې راوړى دى .

( ابن عبدالبر؛ استيعاب ، 2ټوک ،458 مخ ) دې مضمون ته نږدې يو روايت نقل کړى دى او د هغه دا روايت ابن اثير د اسدالغابه د 4ټوک په 17 مخ کې راوړى  او د هغه په نقل کې هم 5 کاله راغلي او هم 7 کاله  او د خصايص نسائي په 3 مخ کې په يو روايت کې 9 کاله هم راغلي دي.

[الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ. يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُم بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوَانٍ وَجَنَّاتٍ لَّهُمْ فِيهَا نَعِيمٌ مُّقِيمٌ(توبه/۲۰، ۲۱)

(واحدي؛اسباب النزول ،182 مخ ) وايي : حسن ، شعبي او قرضي ويلي چې پورتني آیتونه د حضراتو علي،عباس او طلحه بن شيبه په باب نازل شوي او کيسه داسې وه،چې دې درېو تنو پر يو بل وياړل . حضرت طلحه وويل : زه د خداى د کور کونجي ساتى يم  او د کور پرده يې زما په لاس کې ده .حضرت عباس وويل : زه د خداى د کور زيارت کوونکيو ته اوبه ورکوم او  لارښود يې يم . حضرت علي ورته وويل : ((نه پوهېږ م د څه په اړه خبرې کوئ ؟ دومره پوهېږم، چې 6 مياشتې مخکې مې تر نورو خلکو لمونځ وکړ او زه د خداى په لار کې د جهاد وياړ لرم )) او په پورتني آيتونو کې خداى د  حضرت علي د خبرې پخلى وکړ او ويې ويل : ( ايا د حاجيانو سقايت او د مسجد الحرام تعميرول پر خداى له ايمان ،د قيامت له ورځې او د خداى په لار کې له  جهاد سره برابروئ؛هېڅکله د خداى په نزد برابر نه دي او خداى ظالمانو ته هدايت نه کوي،هغوى چې ايمان راوړى ، مهاجرت يې کړى او د خداى په لار کې يې  پر مال او ځان جهاد کړى؛نو له خداى سره اوچته درجه لري او رستګاران دي ).

داچې حضرت علي تر ټولو  مخکې ايمان راوړ‌ى و،ابن جرير طبري د خپل تفسير د لسم ټوک په 76 مخ کې له محمد بن کعب قرظي او همداراز فخر رازي په  خپل  تفسير کې تر پورتني آيت لاندې او د استيعاب د دويم ټوک په 459 مخ کې ( او صحيح ترمذي د 2ټوک په 301 مخ کې ) له حضرت ابن عباس څخه او ابن جرير په خپل تاريخ کې ( 2ټوک ؛55 مخ ) او محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په 158 مخ کې او ابوالقاسم په موافقات کې دا روايت نقل کړى دى .

(مستدرک الصحيحين :3ټوک ،111 مخ ) پر خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت نقل کړى،چې و يې ويل : علي څلور ځانګړنې لري چې هېڅ څوک يې نه لري : 1_ په عربو او عجمو کې په ايمان راوړو کې ړومبى و .2_ يوازېنى تن دى،چې په ټولو جګړو کې د رسول اکرم بېرغچي و .3_ يوازېنى تن دى، چې د مهراس پر ورځ _ د احد جګړه _ چې له خطره ډکه ورځ وه،يو ګام هم شا ته نشو او و نه تښتېد.4_ يوازېنى تن دى،چې رسول اکرم ته يې غسل ورکړ او ښخ يې کړ.

دا حديث ابن عبدالبر؛استيعاب:2ټوک ،457 مخ هم نقل کړى دى .

ابن اثير جزري په نهايه کې د ( غريب الحديث والاثر ) په باب ويلي دي : په حديث کي راغلي : هغه _ ؛يعنې پېغمبر اکرم (ص) د احد د جګړې پر ورځ ډېر تږى و او حضرت علي ورته له مهراس څخه اوبه راوړې او د يو باز په څېر يې حمله کوله او دښمن يې د خداى له استازي شړل او لرې کول او پر هماغه اوبو يې د رسول اکرم د بدن وينې ووينځلې او د مهراس په ډبره کې جوغړندي ته وايي؛خو ځينو هم ويلي : د هغو اوبو نوم و، چې پر هغه ورځ په احد کې وې.

( خصايص نسائي :2 مخ ) او احمدبن حنبل ؛ مسند: لومړى ټوک ،141 مخ او همداراز  څلورم ټوک : 37 او 368 مخونه او ابن سعد؛ طبقات :3ټوک ،لومړى قسم ،13 مخ  او ابن اثير؛ اسدالغابه : 4ټوک ،17 مخ او ابوداوود طيالسي؛ مسند :3ټوک ، 93 مخ او بيهقي؛ سنن : 6ټوک ،206 مخ او ابن عبد البر؛ استيعاب : 2ټوک ، 458 مخ او ابن جرير طبري؛ تاريخ طبري: 2ټوک ،56 او 57 مخونه او ترمذي؛صحيح ترمذي : 2ټوک ،300 مخ او متقي؛  کنزالعمال : 6ټوک ،156 او 206 مخونه او حاکم؛ مستدرک الصحيحين : 3ټوک ،112 مخ په دې  اړه  روايتونه راوړي چې : حضرت علي ړومبى تن و، چې د خداى پراستازي يې ايمان راووړ او لمونځ يې ورسره وکړ حال داچې لس کلن و او د رسول اکرم (ص) د بعثت پر دويمه ورځ ؛يعنې د سه شنبې پر ورځ پر لمانځه ودرېد؛خو د ويينې د لنډوالي لپاره يې را نه وړل .

( خصايص نسائي :3 مخ ) پر خپل سند له حضرت عفيف کندي روايت کړى، چې و يې ويل : په جاهليت مکې ته ولاړم او غوښتل مې،چې د کورنۍ لپاره مې جامې او عطر وپېرم ؛نو ددې موخې لپاره د عباس بن عبدالمطلب هټۍ ته ولاړم،چې يو سوداګر و او ورسره کېناستم او په دې  حال کې مې پر کعبه سترګې ولګېدې؛نا څاپه مې وليدل،چې يو ځوان راغى او اسمان ته يې وکتل او د کعبې پر لور ودرېد او څه موده وروسته يو کوچنى راغى او د ځوان ښي اړخ ته ودرېد او څه موده وروسته يوه مېرمن راغله او په دوى دواړو پسې ودرېده ؛ځوان رکوع ته ولاړ او هغه دوه هم ورپسې رکوع ته ولاړل او بيا ځوان سجدې ته ولاړ او هغه دوه کسان هم ورپسې ولاړل او بيا ځوان سر راپورته کړ؛نو ورپسې هغه دوو هم سر را پورته کړ؛نو حضرت عباس ته مې وويل : څه ستره پېښه وينم؟ حضرت عباس وويل : هو دا ستره پېښه ده ! پوهېږې هغه ځوان څوک دى ؟ ورته مې وويل : نه ! و يې ويل : هغه محمد بن عبدالله زما وراره او هغه ماشوم هم د ابوطالب زوى او زما وراره دى او هغه مېرمن خديجه د خويلد لور د هغه ځوان کورودانې ده او هغه راته وايي، چې پالونکى يې د اسمانونو او ځمکې يوازېنى څښتن دى او بې له هغه بل پالونکى نشته او هماغه پالونکي دنده ورکړې ده،چې دين يې خلکو ته ورسوي او پر خداى قسم، چې بې له دې درېو تنو، چې وينې يې، څوک پردې دين نه دي .

دا روايت احمد حنبل؛مسند : لومړي ټوک ،209 مخ کې راوړى او په پاى کې يې راغلي دي : ګروهن دى، چې ډپر ژر به د کسرى او قيصر ماڼۍ او خزانې سوبه کړي .

او په خپله عفيف،چې د اشعث بن قيس د تره زوى و او په هر ځاى کې به يې دا کيسه کوله او په پايله کې مسلمان شو او اسلام يې هم بختور و او تل به يې ويل : کاشکې پر هماغه ورځ مسلمان شوى وم، چې له علي سره درېم تن شوى وم .

د حاکم؛مستدرک :3ټوک ،183 مخ د وينا له مخې، و يې ويل : چې په پايله کې يې د اسلام څلورمه برخه زما شوې وه .

دا روايت پر نوموړيو سربېره دوى هم نقل کړى: ابن سعد؛ طبقات :6ټوک،10 مخ او ابن حجر عسقلاني ؛اصابه :4ټوک ،لومړى قسم ، 248 مخ او  له بغوي او ابي يعلي، نسائي، عقيلي، بخاري، ابن ابي خيثمه، ابن منده او د غلانيات له خاونده نقل کړى دى او ابن عبدالبر ؛ استيعاب :2ټوک ،458 او 511 مخونو او متقي؛کنزالعمال :6ټوک ، 391 مخ له ابن عدى نه په په کامل او تاريخ ابن عساکر کې او ابن اثير؛   اسد الغابه : 3ټوک ،414 مخ او هيثمي ؛مجمع :9ټوک ،103 مخ او د هغه د وينا له مخې احمد،ابو يعلي او طبراني پر څو سندونو او ابن جرير طبري ؛تاريخ طبري :2ټوک ،56 او 57 مخونو کې له څو لارو  څو عبارته نقل کړي دي .

( رياض النضره :2ټوک ،159 مخ ) له ابي اسحاق څخه نقل کړي، چې ويې ويل : ځينو عالمانو ويلي دي ( ګواکې دا يو تور دى، چې پر ابوطالب يې لګولى؛ځکه د چا نوم پکې نه دى رواړل شوى او سند يې هم نه دى په ګوته کړى او يوازې له څو تنو يې يې نقل کړى دى .

 ليکوال: چې د لمونځ وخت به را ورسېد؛نو پېغمبراکرم (ص) به د مکې د درو پر لور شو او حضرت علي به هم له خپل پلاره پټ ځان وررساوه او حضرت علي به له خپل پلار او خپلوانو پټ لمونځ کاوه او چې مازيګر به شو؛نو راستنېدل به . تر ډېر وخت پورې وضع همداسې وه،چې يوه ورځ ابوطالب ترې خبر شو او رسول اکرم (ص) يې وپوښت: وراره دا څه دي،چې وينم يې او ته پرې متدين شوى يې؟رسول اکرم ورته وويل : کاکاجانه ! دا د خداى،پرښتو،پېغمبرانو او د پلار مې ابراهيم دين دى او خداى زه د خپلو بندګانو لپاره استازى رالېږلې يم او کاکا جانه ! تر ټولو وړ يې، چې بلنه مې ومنې او د دين په پرمختګ کې راسره مرسته وکړې _ دا عالم،چې معلومه نه ده له کومې سرچينې يې دا خبره راخستى، وايي: _ ابوطالب وويل :وراره ! پر خداى قسم، چې نه شم کړاى د خپلو نيکونو له دينه لاس واخلم؛خو دومره ژمنه درسره کړاى شم، چې له ما به هېڅ تاوان در و نه رسي؛بيا وايي :_ چې بيا هم معلومه نه ده،چې د ا خبره د کومې سرچينې پر بنسټ کوي _ حضرت علي ته يې وويل : زويه کوم دين، چې ته لرې، څه دى؟حضرت علي ورته وويل : پلار جانه ! ما د خداى پر رسول ايمان راوړى او هغه څه مې منلي او تصديق کړي،چې راوړي يې دي او بيا وايي : ابوطالب وويل : دومره پوه شه، چې هغه دې بې له ښېګڼې بل څه ته نه رابلي او څومره چې دې په وسه کې وي ترې بېل نشې.( له ابواسحاق څخه نقل)

( کنزالعمال :7ټوک ،56 مخ ) له حضرت ابن مسعود څخه روايت کړى، چې و يې ويل: ړومبى څيز، چې ما د خداى له استازي وليد؛دا و، چې کله مې له ترونو سره مکې ته راغلى وم؛نو موږ ته يې د عباس بن عبدالمطلب درک راوښيه؛ورغلو چې د زمزم د چينې په څنګ کې ناست و، په همدې ترڅ کې،چې ورسره وو؛نو و مو ليدل، چې د صفا له لوري يو سړى جومات ته راننووت، يو سپين سوربخن سړى و او اوږده او غونجې وېښتان يې تر اوږو رارسېدل،ښکلې اوږد پوزه يې درلوده ، ږيره يې ډکه وه،غاښونه يې د مرغللو په څېر پړکېدل،تورې او غټې سترګې يې درلودې،د پښو او لاس تلي يې غوښن وو او  سپينې جامې يې اغوستې وى او دومره ښايسته او ځلېدلى و ته وا لکه د څوارلسم سپوږمۍ ده، حال داچې ښي اړخ ته يې يو تنکى هلک و، چې زلميتوب ته ورنږدې و او شونډه يې لا نه وه توره شوې او په دې  دوو پسې يوه ښځه هم ورروانه وه،چې ويښتان يې پټ وو، سړى د حجرالاسود خوا ته ورغى او لاس يې پرې راکښـوده او بيا مېرمنې او ځوان هم وکړ او اوه ځله له کعبې تاو شول ؛نو عباس مو وپوښت: دا کار او دود يې راته نوى ښکاري، پخوا خو ترې خبر نه وو ؟ عباس وويل : هغه مې وراره محمد بن عبدالله او هغه بل هم علي د ابو طالب زوى دى او هغه ښځه هم د محمد کورودانې خديجه ده، پر خداى چې بې له دې درېو کسانو نور څوک داسې عبادت نه کوي. (نقل له يعقوب بن شيبه اوابن عساکر څخه )

هيثمي ؛مجمع : 9ټوک ،222 مخ هم ددې روايت مضمون ته نږدې يو روايت نقل کړى دى .

د پوهې ور

خوشحال بابا وايي :

  محمد د علم ښهر دى،علي يې ور و

  تر قنبر يې شه خوشحال خټک فداک[40]

                                                

 

د حضرت علي پوهه

فخر رازي په کبير تفسير کې د آل عمران د سورت د (إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ) تر آيت لاندې له حضرت علي روايتوي چې وايي : رسول اکرم راته د علم زر ورونه رازده کړل،چې ما له هر بابه زر نور بابونه استنباط کړل .

( استيعاب : دويم ټوک،٤٦٣ مخ ) وايي :معاويه بن ابوسفيان ته به چې کومه مسله راپېښه شوه؛نو حضرت علي ته به يې ليکل او ترې به يې مرسته غوښته؛نو کله يې چې واوېدل،چې حضرت علي ووژل شو؛نو ويې ويل :فقه او علم د علي له مړينې سره مړه شول . ورور يې عتبه ورته وويل :پام چې د شام خلک دې دا خبره وا نه وري . معاويه ورته وويل : پرېږ ده مې .

( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالله بن عباس روايتوي چې وايي : که علم لس برخې فرض کړو؛نو پر خداى قسم،چې نهه برخې يې په علي کې دي او علي د هغو لس برخو په هغه برخه کې هم له خلکو سره شريک دى .

 دا روايت ابن اثير د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٢ مخ کې هم راوړى دى دى .

( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي چې وايي : بې له علي  چا هم په ژوند کې  و نه ويل : (سلونى؛څه چې غواړئ؛نو له ما يې وپوښتئ ) .

 دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٢ مخ کې، ابن حجر د صواعق په ٧٦ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٩٨ مخ کې، احمد په مناقب کې، بغوي په معجم او ابو عمرو هم نقل کړى دى

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : علي خلکو ته وينا کوله،چې و يې ويل :ايهاالناس ! دا څه رټلې خبرې دي،چې ستاسې په اړه  زما غوږونو ته رارسي؟ پر خداى چې ډېر ژر به طلحه او زبير (رضي الله عنهما) ووژل شي او بصره به سوبه شي او ډېر ژر به د کوفې له اړخه شپږ زره پينځه سوه او شپېته او يا يې وويل : پينځه زره شپږسوه او پنځوس مرستيال سرتېري ستاسې مرستې ته راشي . ما له ځان سره وويل :دا امام د خبرې د جنګي سياست لپاره دي؛ځکه  په جګړه کې دوکه روا ده؛خو سره له دې د کوفيانو هرکلي ته ولاړم؛نو پوښتنه مې وکړه،چې شمېر مو څومره دى او هومره يې راته وويل، چې امام وړاندوينه کړې وه . بيا مې له ځان سره وويل: دا له هغه اسرارو دي،چې رسول اکرم (ص) ورته ويلي وو؛ځکه رسول اکرم ورته د پوهې زر بابه ورکړي ول،چې له هر باب يې زر نور بابونه خلاصېدل .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) له ابي المتعمر مسلم بن اوس او همداراز له جارية بن قدامه سعدي (رض) روايتوي،چې دواړه وايي : له علي سره وو،چې د خپلو ويناوو په ترڅ کې يې خلکو ته وويل : مخکې له دې چې له لاسه مې ورکړئ؛نو ومې وپوښتئ او داسې څه به نه وي،چې زه به يې ځواب ونه لرم؛خو داسې څه،چې له عرش مافوق وي .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٣ مخ ) ، ( د بغداد تاريخ : څلورم ټوک،١٥٨ مخ )، ( فخر رازي په خپل تفسير کې د (( و اما بنعمة ربک فحدث )) تر آيت لاندې ) ، ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٥ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٤ مخ کې ) ، ( ابن سعد؛طبقات :دويم ټوک،دويم قسم،١٠١ مخ )، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٢١ مخ ) ، ( کنزالعمال :اتم ټوک،٢١٥ مخ ) ، (ابن حجر؛تهذيب التهذيب :اووم ټوک،٣٣٨ مخ )  او ( د بغداد تاريخ :شپږم ټوک،٣٧٩ مخ ) د اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب د علم په اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې خپلې سينې ته په اشارې کميل ته وويل :دلته خورا پوهه ده؛خو څومره بده ده، چې څوک نشته،چې ددې علومو حامل شي او ور و يې لېږدوم . ګواکې د استعداد خاوندان شته؛خو امين نه دي .

( کنزالعمال :لومړى ټوک،١٠٣ مخ ) له اصبغ بن نباته (رض) روايتوي،چې وايي : له حضرت علي بن ابيطالب سره ناست وو،چې يو يهودى راغى او ويې ويل :اميرالمؤمنينه ! خداى له کله و ؟ نو همدا چې موږ ترې دا خبره واورېده؛نو سم مو وواهه او نږدې ول، ومري؛خو حضرت علي وويل : خوشې يې کړئ او بيا يې وويل : يهودي وروره ! چې څه درته وايم ، ښه يې واوره او په زړه کې يې وساته؛ځکه له هغه کتابه ځواب درکوم،چې خداى پر موسى نازل کړ او که تا خپل اسماني کتاب ويلي وي؛نو د خپلې پوښتنې ځواب به پکې پېدا کړې؛ هغه چا ته صحيح دي،چې ووايو،چې له کله و، چې شتون يې پر نشتون مخکې وي؛يعنې په يو وخت کې نه و او بيا شته شو؛خو لا يزال خداى بې له کيف و او شتون يې د نورو د شتون په څېر نه دى؛له لايزال مخکې لا يزال او وروسته له وروسته و او بې له کيفه لم يزال ، غايت او منتهي دى . يهودي وژړل او و يې ويل : اميرالمؤمنينه ! پر خداى، چې په تورات کې هم داسې راغلي دي او اوس شهادت ورکوم،چې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد (ص) يې بنده او استازى دى .

( رياض النضره :دويم ټوک،١٢٢ او ٢٢٢ مخونه ) د حضرت علي د علم په اړه  دوه روايتونه راوړي او همداراز ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٥ او ٦٧ مخونو ) د قرآن پر ظاهر او باطن د حضرت علي د پوهې په اړه  دوه روايته ، ( ابن سعد؛طبقات:دويم ټوک،دويم قسم،١٠١ مخ ) له حضرت ابي الطفيل،(ابن حجر؛تهذيب التهذيب :اووم ټوک،٣٣٧ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :څلورم ټوک،لومړى قسم،٢٧٠ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب :دويم ټوک،٤٦٣ مخ) ، (ابن جرير؛تفسيرجرير:٢٦ ټوک،١١٦ مخ ) له حضراتو ابي  الطفيل او ابي  الصبهاء ، ( متقي؛کنزالعمال :لومړى ټوک،٢٢٨ مخ ) له حضرت عامر بن واثله او د شپږم ټوک په ٣٩٣ مخ کې په دې اړه ( سلوني؛يعنې څه چې پوښتئ؛نو له ما يې وپوښتئ ) چې په وروستي کې يې له مامون الرشيد له مهدي عباسي له منصور دوانيقي له پلار يې عبدالله بن عباس روايتوي،چې وايي : له حضرت عمر بن خطاب مې واوېدل،چې وايي :هېڅکله په علي پسې بدې ردې مه وياست،چې له علي سره مې د رسول اکرم داسې چلن ليده، چې که له ماسره يې درلود؛نو تر ټولو هغو څيزونو به راته ښه و،چې لمر پرې لګي (بيا خپله خبره کوي تر دې چې دلته رارسي ) علي د څو ځانګړنو په درلودو نېکمرغه شو؛د رسول اکرم په زومتوب،له بېوزليو سره مرسته او د قرآن پر ظاهر، باطن،فقه او تاويل علم .

( طحاوي؛ مشکل الآثار : دويم ټوک،٣٧٣ مخ ) پر دوو سندونو له حضرت عبيد بن ابي رفاعة انصاري روايتوي،چې د خداى د استازي يارانو د حضرت عمربن خطاب په مخ کې د نطفې د عزل په اړه  اختلاف وکړ،چې حلاله ده که حرامه ؟ حضرت عمر بن خطاب وويل :تاسې چې اهل بدر ياست او نن په يوه ديني مسئله کې سره شخړه کوئ؛نو راتلونکى ځوځات به مو څه کوي ؟ اصحاب چوپ شول او دوو سره پسپسکي پيل کړل،چې حضرت عمر وويل : دا پسپسکي څه دي ؟ يو يې وويل :يهوديان عزل حرام ګڼي او يو ډول موئوده _ژوندي ښخول _ يې ګڼي . حضرت علي وويل :هله ژوندى ښخول ګڼل کېږي،چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي؛ځکه  قرآن هغه ته انسان وايي، چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي،چې دادي : ١_ وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ. ٢_ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ.٣_ ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً . ٤_ فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً.٥_ فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا . ٦_ فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا.٧_ ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ. او لنډه دا چې د نطفې له منځه وړل او له زيلانځ- رحم  يې بهر اچول هله ژوندي ښخول دي،چې له طين،نطفه،علقه،مضغه؛ عظام او هډوکي او يا پر غوښه پوښل شوى وي او بل خلقت شوى وي او لنډه داچې ژوندى انسان وي .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٦ مخ ) له رسول الله مبارک روايتوي،چې وايي :علي بن ابيطالب د خلکو اعلم دى؛پر خداى او خلکو .

 د هماغه ټوک په ٣٩٦ مخ کې له ابي  ازهراء روايتوي،چې وايي :  حضرت علي بن ابيطالب به تل ويل :زه او د اولادې پاکان مې ،تر ټولو خلکو سينه پراخه او تر ټولو پوه يو . خداى تعالى په موږ دروغ له منځه وړي  او د لېوانو غاښونه له داړلو پڅوي او په موږ خداى ،له ورمېږونو څخه د ذلت زنځيرونه پرانځي،خپګانونه مو له منځه وړي او په موږ دي،چې خداى پيل او پاى کوي .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١٣ مخ ) له حضرت سلمان روايتوي،چې وايي : رسول اکرم ته مې وويل : رسول الله ! هر پېغمبر وصي لري؛نو ستا وصي څوک دى ؟ رسول اکرم راته هېڅ هم و نه ويل ؛خو بله ورځ يې،چې وليدم؛نو غږ يې راته وکړ او ما هم ورمنډه کړه او راته يې وويل : پوهېږې،چې د موسى وصي څوک و ؟ورته مې وويل : يوشع بن نون . پوښتنه يې وکړه  : ولې د موسى وصي شو ؟ ورته مې وويل : ځکه په هغه وخت کې تر ټولو عالم و. رسول الله وويل : ((  زما وصي علي دى،چې تر ټولو غوره دى،چې پر کړيو ژمنو مې وفا وکړي او پورونه مې ورکړي . ))

( ابن سعد؛ طبقات : شپږم ټوک،١٦٧ مخ ) په خپل سند له جبلة بنت مصفح له خپل پلاره ، ( اسدالغابه : شپږم ټوک،٢٢ مخ ) په خپل سندعبدة بن سليمان له عبدالملک بن سليمان ، ( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) ، (مناوي؛ فيض القدير: درېم ټوک،٤٦ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره: دويم ټوک،١٩٤ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب : دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) له جبير له عايشې بي بي ، ( متقي؛کنزالعمال : څلورم ټوک،٣٤٣ مخ  او همداراز د دويم ټوک په٤٦٢ مخ ) له مغيرة ، ( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٤ مخ ) ، ( بيهقي؛سنن :پينځم ټوک،٥٩ مخ ) په خپل سند له عمرو له ابي  جعفر څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې موږ دلته يوازې د ذخاير العقبى د ٦١ مخ روايت راخستى،چې حضرت عمر بن خطاب وويل : د خداى استازي وويل : په دنيا کې د علي بن ابيطالب فضيلت ته څوک رسېداى نشي، چې خاوند د هدايت پر لور رهبري او له ضلالت  او هلاکت يې لرې کړي.

 ( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٣١ مخ ) په خپل سند له طبراني روايتوي،چې رسول اکرم (ص)،حضرت علي ته وويل : (( قسم پر هغه خداى،چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چې که له دې نه وېرېدم،چې مسلمانان ستا په اړه  هغه څه و نه وايي،چې مسيحيان يې د عيسى بن مريم په اړه  يې وايي؛نو نن به مې ستا په اړه  هغه څه ويلي ول،چې د هر مسلمان له مخې تېرېدې؛نو ستا د پښو خاورې به يې د تبرک لپاره ښکلولې . ))

( امام احمد بن حنبل؛ مسند : لومړى ټوک،١٩٩ مخ ) له وکيع له شريک له اسحاق له هبيره روايتوي،چې وايي : حضرت حسن بن علي د حضرت علي تر شهادت وروسته په خطبه کې وويل : پرون له تاسې هغه سړى ولاړ،چې نه په تېرو او نه په راتلونکيو کې يې څوک پوهه لري؛هغه چې رسول اکرم جګړې ته لېږه؛نو جبراييل به يې ښي لور او مکائيل به کيڼ لور ته و او له بري پرته به نه راستنېده .

( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) له سويد به غفله له صنابحي ، (ابونعيم؛حلية : لومړى ټوک،٦٤ مخ ) له اصبع بن نباته او حارث ، (مناوي په فيض القدير کې ) ، ( د بغداد تاريخ :يوولسم ټوک،٢٠٤ مخ ) او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠١ مخ کې له اسماعيل بن موسى څخه په دې مضمون روايتونه نقل کړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( زه د حکمت کور او علي يې ور دى او يا وايي : زه د علم ښار اوعلي يې ور دى . ))

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٦ مخ ) په خپل سند له مجاهد له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : رسول اکرم وويل : (( زه د علم ښار او علي يې ور دى؛نو که څوک غواړي دې ښار ته راننوځي؛نو له وره دې راننوځي . ))

 ( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،٣٤٨ مخ ) او په بله لار د اووم ټوک په ١٧٢ مخ کې اوپه بله لار د يوولسم ټوک په ٤٨ مخ کې او په څلورمه لار د اووم ټوک په ٤٩ مخ کې ، ( ابن اثير؛اسدالغابه :څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن حجر؛تهذيب التهذيب :شپږم ټوک،٣٢٠ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٤٢٧ مخ  ) ، ( متقي؛کنزالعمال :نهم ټوک،١٥٦ مخ ) ، ( مناوي؛ فيض القدير :درېم ټوک،٤٦ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عقيلي، ابن عدى، طبراني، حاکم ، ابو الشيخ  او همداراز ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١٤ مخ ) ، ( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٣ مخ ) ، ( کنزالعمال :نهم ټوک،١٥٦ مخ )، ( کنوزالحقايق :٤٣ مخ ) ، ( صواعق محرقه :٧٣ مخ ) او د بغداد تاريخ د دويم ټوک په ٣٧٧ مخ کې په دې مضمون روايتونه نقل کړي،چې موږ يوازې د خطيب بغدادي روايت نقل کړى دى،چې په خپل سند يې له حضرت جابر بن عبدالله روايت کړى،چې وايي : د حديبيه پر ورځ حال دا چې رسول اکرم(ص) د علي لاس نيولى و، وويل :دا د عالم د نېکانو امير، د ناپاکانو قاتل دى او چاچې وسره مرسته وکړه؛نو له خداى سره يې مرسته کړې او که چا پرېښود؛نو خداى يې پرېښى دى او بيا يې خپل غږ لوړ کړ او پر لوړ غږ يې وويل : (( زه د علم ښار يم او علي يې ور دى؛که څوک غواړي زما د علم ښار ته راننوځي؛نو بايد له وره راننوځي . ))

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٢ مخ ) ، ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٣ مخ ) له حضرت انس بن مالک څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې د ړومبي مضمون يې داسې دى، چې رسول اکرم (ص) حضرت علي ته وويل : ته به تر ما وروسته زما په امت کې د خداى هغه احکام بيانوې،چې خلک پکې اختلاف کوي . ))

د حضرت علي وړاندوينې

( مستدرک الصحيحين :دويم ټوک،٣٥٨ مخ ) په خپل سند له طاووس له پلاره روايتوي،چې وايي : حضرت حجربن قيس عدوي د حضرت علي بن ابيطالب له خدمتګارانو ځنې و،چې يوه ورځ  حضرت علي ورته وويل : حجره ! ته به تر ما وروسته ژوندى يې او ما ته کنځلو ته به دې اړ کړي؛نو ته کنځلې وکړه؛خو له ما بېزاري او کرکه مه کوه . طاووس وايي : د اميرالمؤمنين تر شهادت وروسته مې حجر وليد،چې احمد بن ابراهيم نيولى دى،چې يا به علي ته کنځلې کوي او يا به وژل کېږي،چې حجر ورته وويل : خلکو ! ټول پوه شئ،چې امير احمد بن ابراهيم راته حکم کړى،چې علي ته کنځل وکړم؛نو تاسې هم راسره هغه ته کنځل وکړئ،چې خداى يې لعنت کړي او خداى هم د خلکو زړه داسې ړوند کړى و، چې پوه نه شول چې مراد او مطلب يې څه و .

( ابن سعد؛طبقات :پينځم ټوک،٣٠ مخ ) د مروان د حالاتو په  باب يې راوړي،چې يوه ورځ ورته حضرت علي له مانا ډکه کتنه وکړه او و يې ويل : ډېر ژر به تر بوډا توب وروسته د ضلالت بېرغ پورته کړي او د عمر په پاى کې به امارت ته ورسې،چې هغه ته امارت د سپي په څېر دى،چې د خپلې پوزې اوبه سټي،چې همداراز هم وشول . د ژوند چټل تاريخ ته يې مراجعه وکړئ.

( ابن حجر؛ اصابه : پينځم ټوک،درېم ټوک،٣٢٥ مخ ) له جرير له مغيره روايتوي،چې وايي : حجاج بن يوسف په کميل پسې يو تن ولېږه او د هغه او د کورنۍ تنخواه يې بنده کړه، کميل،چې دا خبره واورېده،و يې ويل : ما خپل عمر کړى دى؛نو  څنګه ښه مې نه ايسي،چې د څو تنو ډوډۍ بنده کړم؛نو په خپله حجاج ته راغى او حجاج ورته وويل : زړه مې غواړي سخا درسره وکړم . کميل ورته وويل: زما عمر مخ پر خلاصېدو دى؛نو هر کار چې دې خوښه وي، و يې کړه،چې ما او تا به له خداى سره يو بل ګورو او اميرالمؤمنين علي خبر کړى وم،چې ته مې وژونکى يې . حجاج ورته وويل : هو ته په هغو خلکو کې وې،چې عمر(رض) يې وژلى و،ورمېږ ترې غوڅ کړئ او جلادانو يې هم ورمېږ پرې کړ .

( تهذيب التهذيب: اووم ټوک،٣٥٨ مخ ) د  حضرت علي بن عبدالله بن عباس په حالاتو کې ليکي :  علي بن عبدالله بن عباس،چې وزيږېد؛نو پلار يې حضرت علي بن ابيطالب ته بوت،چې امام وپوښتل : نوم يې څه دى ؟ ورته يې وويل : دانو کېداى شي،چې په نوم ايښوونه کې له تاسې مخکې شم ؟ حضرت علي ورته وويل: زما نوم پرې کېږده او هغه د پادشاهانو پلار دى او همداراز هم وشول؛ځکه علي د ټولو عباسي خلفاوو پلار  و.

(هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٤١ مخ ) له  حضرت جندب روايتوي،چې وايي : چې کله خوارج له علي بېل او ورسره دښمنان شول؛نو علي ورپسې ولاړ او موږ هم ورسره شوو،چې ورورسېدو؛نو ما وليدل،چې په خوارجو کې ډېر داسې کسان ليدل کېدل،چې د عبادت په جامو کې وو او د ډېرو سجدو له امله يې پر تنديو ټاپې جوړې شوې وې؛نو په زړه کې مې شک شو چې آيا کېداى شي له داسې لمونځ کوونکيو سره جګړه وکړو؛نو خپل اس مې غاړې ته کړ، نېزه مې په خپل ځاى کې کېښووه او له اس راکوز شوم او زغره مې له بدنه وايسته او پر اس مې کېښووه، او اس مې له واګي ونيو او لمونځ مې پيل کړ او په لمونځ کې مې ويل : پالونکيه ! که له دې قوم سره جګړه له تا لاروي وي؛نواجازه يې راکړه او که ورسره جګړه له تا سرغړونه وي؛نو د برائت چل راوښيه،چې همدا مهال علي د رسول الله پر کچره ناست راورسېد او چې راورسېد،و يې وويل : جندبه ! بېشکه خداى ته پناه يوسه . په علي پسې شوم، چې په يو ځاى کې يې لمونځ پيل کړ،چې دا مهال يو سپور راغى او و يې ويل : اميرالمؤمنينه ! ورته يې وويل : څه وايې ؟ اميرالمؤمنين ورته وويل :که غواړئ له دې قوم سره وجنګېږئ؛نو بېړه وکړئ،چې له نهره واوختل . امام ورته وويل: نه له نهره نه دي اوختي او تېر به هم نشي،چې ټول ووژل شي او دا هغه ژمنه ده،چې رسول اکرم راسره کړې ده . ما وويل : الله اکبر! زه هم پاڅېدم او جنګي جامې مې واغوستې او په اميرالمؤمنين پسې شوم؛همداراز روان و او ويل يې : جندبه ! ورته مې وويل : بلې اميرالمؤمنينه ! و يې ويل : زه به يو سړى ورولېږم،چې قرآن ورته ووايي او د خداى کتاب او سنتو ته يې راوبلي؛خو دا سړى به راستون نشي؛خو چې د غشيو موخه يې شي . جندبه ! پام دې وسه،چې له لښـکرو به يو يوازې لس تنه ژوندى پاتې شي.

 دا روايت طبراني هم راوړى دى

 ( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٢ مخ ) له اصبع روايتوي،چې وايي : له علي (ک ) سره د امام حسين د قبر له ځايه تېرېدو،چې حضرت علي (ک ) وويل :دا يې د څارويو ځاى دى،دا هغه ځاى دى،چې خپلو بارونه به په کې ږدي،دا هغه ځاى دى،چې د آل محمد د ځوانانو وينه به تويېږي او اسمان او ځمکه به ورته ژاړي .

 دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١١٥ مخ کې په لږ اختلاف راوړى او د ملا سيرة نه يې اخستى دى .

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،٨٥ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن نجار له پلاره روايتوي : له علي سره نينوا ته ورسېدو او هلته يو کس و،چې د اميرالمؤمنين د اوبو او لوټې دنده يې درلوده، وايي :همداچې له اميرالمؤمنين سره دې سيمې ته راورسېدو؛ نو پر لوړ غږ يې وويل : ابا عبدالله صبر وکړه، صبر وکړه ابا عبدالله، د فرات په څنګ کې يو . پوښتنه مې وکړه : څه خبره ده ؟ و يې ويل : يوه ورځ رسول اکرم ته ورغلم او و مې ليدل،چې سترګې يې له اوښکو ډکې دي او ژاړي؛نو زه يې،چې وليدم راته يې وويل :همدا اوس جبراييل دلته و او د حسين د برخليک په اړه  يې راته وويل، چې د فرات په څنګ کې به وژل کېږي او بيا يې راته وويل : غواړې د خاورې بوى يې بوى کړې . ورته مې وويل :  هو ! بيا يې د هغه ځاى خاوره راکړه؛نو له کله مې چې هغه خاوره ليدلې، د اوښکو مخنيوى نه شم کړاى .

دا روايت ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : دويم ټوک،٣٤٧ مخ ) ، (متقي؛ کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٥ مخ ) راوړى او متقي ابي شيبه، ابويعلي،سعيد بن منصور ته نسبت ورکړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٨٧ مخ کې راوړى او بزار او طبراني ته نسبت ورکړى او رجال يې ډاډمن ګڼلي دي .

( اسدالغابه :څلورم ټوک،١٦٩ مخ ) د حضرت غرفه ازذى د حالاتو په شرحه کې وايي : هغه د رسول اکرم له “اصحاب صفه وو” څخه و او هماغه و، چې رسول اکرم ورته دعا کړې وه : بارک الله فى صقفة يمينک؛خداى دې معامله برکتي کړه . بيا وايي :ابوصادق له هغه روايت کړى، چې وايي : د علي په اړه  شکمن وم،چې له علي سره د فرات غاړې ته ورسېدو او له هغه ځايه،يې خپله لار کږه کړه او په يو ځاى کې ودرېد،چې موږ هم ودرېدو او په خپل لاس يې يو ځاى ته اشاره وکړه او و يې ويل :دا يې د بارونو ځاى دى، دا يې د څارويو ځاى دى او دا هغه ځاى دى،چې وينه به يې تويېږي. پلار مې دې ترې ځار شي،چې په ځمکه او اسمانونو کې بې له خدايه بل يار نه لري . تردې چې شهيد شو او ورپسې حسين هم شهيد شو؛نو ګنډه مې وتړله او هماغې ځاى ته ولاړم او و مې ليدل،چې هماغه ځاى و،چې علي ويلي ول او بيا مې له خدايه پر علي د شک په اړه  مغفرت وغوښت او پوه شوم،علي چې څه کول،هرومرو د هغو ژمنو له مخې وو،چې رسول الله ورسره کړې وې .

( کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٦ ټوک ) له شيبان بن محزم روايتوي،چې وايي : زه له علي سره وم،چې کربلا ته راورسېد،چې هلته يې وويل : په دې ځاى کې به داسې کسان شهيدان شي،چې بې د بدر له شهداوو هېڅ شهيد به يې په څېر نه وي .

 بيا متقي وايي :دا روايت طبراني هم راوړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٩٠ مخ کې راوړى دى .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٩١ مخ ) له حضرت ابي خيرة روايتوي، چې وايي :له علي سره وو،چې له مدينې نه کوفې ته کډن شو؛نو همدا چې ښار ته راغى، پر منبر کېناست او د خداى تر ستاينې وروسته يې وويل : د کوفې خاوندانو ! څنګه ياست،چې کله مو د پېغمبر ځوځات راشي ؟ ورته وويل : که داسې وشي؛نو د خداى په لار کې به ښه ازمېينه ورکړو . و يې ويل : پر خداى قسم،چې هرومرو به راشي او تاسې به ورشئ او و به يې وژنئ او بيا يې دا بيت ووايه :

هم اوردوه بالغروه و غردوا                  اجيبوا دعاء لا نجاة ولا عذرا

  يعنې په دروغو به يې خپلې سيمې ته راولي او هغوى چې د دوى بلنه ومنله؛نو راګېر شول؛هغه ګېرېدل،چې د خلاصون لار يې نه وه او هېڅ عذر يې و نه منه .

يمن ته د حضرت علي (ک) مسافرت

( صحيح ابن ماجه : باب قضاء : ١٦٨ مخ ) ، ( صحيح ابوداود: د اقضيه کتاب : باب کيف القضا ) ، ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٣٥ مخ او څلورم ټوک :٨٨ مخ ) ،  ( خصايص نسائي :١١ مخ  له اوو لارو ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک ،٨٣،٨٨،١١١،١٣٦،١٤٩ ،١٥٦ مخونه له دوو لارو ) ، ( ابوداود طيالسي؛ مسند : لومړى ټوک،١٦،١٩ مخونه ) ، ( بيهقي؛ سنن : لسم ټوک،٨٦ مخ له دوو لارو ) ، ( ابونعيم؛ حلية : څلورم ټوک،٣٨١  مخ ) ، ( خطيب بغدادي :د بغداد تاريخ :دولسم ټوک،٤٤٣مخ ) ، ( ابن سعد؛ طبقات : دويم ټوک،دويم قسم،١٠٠ مخ له دوو لارو او ١٠٠ مخ کې له يوې لارې ) ، ( ابن اثير؛ اسدالغابه :څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٨ مخ ) او په همدې مخ کې د هغه د وينا له مخې بيهقي په شعب الايمان او په ٣٩٥ مخ کې له ابن جرير او ٣٩٤ مخ کې له ابن سعد له ابي  شيبه او بيهقي او په دلائل او ٣٩٥ مخ کې له عدني،مروزي، ابويعلي،دورقي، سعيد بن منصور، ابن جرير او په ٣٩٥ مخ کې بيا عدني، ابويعلي، ابن جرير، ابن حبان او بيهقي ، ( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٨ مخ ) او د هغه د وينا له مخې اسماعيلي او حاکمي ټولو له ابي  البختري روايت کړى،چې وايي :  حضرت علي وويل :رسول اکرم يمن ته ولېږلم،چې ورته مې وويل : رسول الله ! ځوان يم او د ورمندون- قضا په فن هم نه پوهېږم؛ نو څنګه به په هغو خلکو کې حکم او ورمندون وکړم؟ رسول اکرم زما په سينه لاس کېښود او و يې ويل : خدايه ! زړه ته يې لارښوونه او ژبه يې غښتلې کړې او له هغه مهاله تر اوسه مې لا د دوو کسو ترمنځ په ورمندون کې شک نه دى کړى .

( ذخاير العقبى :١٠٩ مخ ) له حضرت براء بن عازب روايتوي،چې وايي : رسول اکرم(ص) حضرت خالد بن وليد يمن ته ولېږه،چې د هغه ځاى خلک اسلام ته راوبلي او زه هم له هغو کسانو ځنې وم،چې له حضرت خالد بن وليد سره وم؛ حضرت خالد شپږ مياشتې په يمن کې تېرې کړې؛خو چا ورسره و نه منله؛نو بيا رسول اکرم(ص)، حضرت علي ددې کار لپاره ولېږه او حکم يې وکړ،چې حضرت خالد او ورسره ټول کسان  که غواړي؛نو راستانه دې شي او که غواړي؛نو پاتې دې شي او زه له هغو کسانو ځنې وم،چې له  حضرت علي سره پاتې شوم؛نو همداچې يمن ته ورنږدې شو؛نو زموږ د راتګ خبره د هغه ځاى خلکو ته ورسېده؛نو ټول له موږ راټول شول او وروسته تر دې چې حضرت علي د سهار لمونځ وکړ؛نو موږ ټول په يوه ليکه کې ودرېدو او بيا حضرت علي راغى او د ليکې په مخ کې ودرېد او د خداى تر ستاينې وروسته يې د رسول اکرم (ص) رالېږلى ليک ولوست،چې د همذان ټبر په يوه ورځ کې ټول مسلمان شو. حضرت علي، رسول الله (ص) ته د کار راپور ولېږه او چې رسول اکرم (ص) ته د حضرت علي ليک ولوستل شو؛سجده يې وکړه،و يې ويل :سلام دې پر همذان وي سلام دې پر همذان وي .  

محب طبري وايي : دا روايت ابوعمرو هم راوړى او البته عسقلاني هم د فتح الباري د نهم ټوک په ١٢٨ مخ کې راوړى او اسماعيلي ته يې نسبت ورکړى دى .

علي (ک) تر ټولو اصحابو کرامو پر قضا ښه پوهېده

( صحيح بخاري د تفسير په کتاب کې د ( ما ننسخ من آية ) تر آيت لاندې له سعيد بن جبير له حضرت ابن عباس ، ( حاکم ؛مستدرک :درېم ټوک،٣٠٥ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند: پينځم ټوک،١١٣ مخ ) ، (ابونعيم؛ حلية : لومړى ټوک، ٦٥ مخ ) ،  سيوطي په در المنثور کې تر پورتني آيت لاندې او د هغه د وينا له مخې نسائي او ابن الانباري ( په مصاحف کې ) بيهقي ( په دلائل ) کې روايتوي،چې حضرت بن خطاب وويل : په موږ کې علي تر ټولو ښه پر قضا او د قضاوت پر فن پوهېږي .

( صحيح ابن ماجه؛باب فضايل اصحاب الرسول :١٤ مخ ) ، ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٥ مخ ) له علقمه له عبدالله بن مسعود ، (ابن سعد؛طبقات :دويم ټوک،دويم قسم،١٠٢ مخ ) ، ( ابن اثير؛اسدالغابه :څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب : دويم ټوک،٤٦١،٤٦٢ مخونه ) ، ( ابن حجر؛صواعق : ٧٦ مخ ) ، (شبلنجي؛ نورالابصار :٧٣ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ابن حجر او ابن عساکر له ابن مسعود او عسقلاني په فتح الباري ( نهم ټوک،٢٣٤ مخ ) په دې اړه  روايتونه راوړي،چې رسول اکرم (ص) _ او په ځينو نورو کې _ ((اصحاب کرام يوه خوله دي چې : علي تر هغوى ټولو په قضاوت ښه پوهېده . ))

( سنن بيهقي : لسم ټوک،٢٦٩ مخ ) په خپل سند له رقبه روايتوي،چې يزيد بن ابي مسلم د حجاج بن يوسف له ځايه بهر ووت او ويې ويل : امير نن څه هېښنده ورمندون وکړ . شعبي وپوښتل : د څه قضاوت ؟ کيسه يې ورته وکړه، شعبي وويل :دا ورمندون يې له يو صحابي اخستى،چې د بدر په جګړه کې يې هم ګډون درلود . يزيد وپوښتل: مطلب دې څوک دى؟ويې ويل: نه يې وايم . ويې ويل : څوک دى؟ راته يې ووايه ! له خداى سره ژمنه کوم،چې حجاج ته به و نه وايم . شعبي وويل : علي بن ابيطالب دى . يزيد د خپلې ژمنې پر خلاف ولاړ او حجاج ته يې وويل . حجاج ورته وويل : پر ځان ووېرېږه ! شعبي رښتيا وايي ، دا قضاوت ما له علي بن ابيطالب زده کړى و؛البته له څو لارو او که موږ يې کورنۍ او ځوځات وژنو؛نو له قضاوته خو يې غچ نه اخلو؛ځکه پوهېږم،چې علي د رسول اکرم (ص) تر ټولو اصحابو په قضاوت ښه پوهېده .

( حليةالاولياء:لومړى ټوک،٦٥ مخ ) په خپل سند حضرت له حضرت معاذ بن جبل روايتوي،چې وايي: رسول اکرم (ص) وويل : علي زه درسره يو لورى يم، چې د نبوت په مسله کې تر ما وروسته بل پېغمبر نشته او ته به له خلکو سره په اوو ځانګړنو کې يو لورى يې،چې يو قريش هم نشي کړاى په دې ځانګړونو کې دې انډول شي؛١_په ايمان راوړو کې تر ټولو ړومبى يې .٢_ د نورو په پرتله له خداى سره پر کړې ژمنه ټينګ ولاړ يې .٣_ د خداى په امر کې دې پښه نه ښويېږي.٤_د ټولو په پرتله مساوات ښه رعايتوې .٥_ پر ولس تر ټولو عادل يې .٦_په قضا کې دې ليدانه – بصيرت تر ټولو ډېر دى .٧_د خداى په نزد تر ټولو لوړ مقام لرې .

دا روايت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٩٨ مخ کې راوړى دى .

( حلية الاولياء:لومړى ټوک،٩٦ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع الزوائد :نهم ټوک،١٦٥مخ ) او د هغه د وينا له مخې په کبير او اوسط کې او همداراز ، ( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٨ مخ ) ،( ذخائر العقبى : ٨٣ مخ ) له حضرت عمر بن خطاب او مرقاة المفاتيح ( پينځم ټوک :٥٨٢ مخ ) له معمر له قتادة په دې اړه  روايتونه راوړي دي .

( صحيح نسائي :دويم ټوک،١٠٨ مخ ) په خپل سند له حضرت زيد بن ارقم روايتوي،چې وايي : له رسول الله سره وم او هغه مهال علي په يمن کې و؛ نو يو سړي رسول اکرم(ص)  ته وويل : رسول الله ! په يمن کې وو، چې درې کسان علي ته راغلل او درې واڼو ادعا کوله،چې دا ماشوم زما دى،چې دې ښځې زيږولې . علي يوه ته يې وويل : شونې ده،چې ماشوم دې بل سړي ته ورکړې ؟ سړي وويل : نه ! دويمي او درېمي ته يې هم دا وړانديز وکړ؛خو يو هم و نه منله . علي ورته وويل : تاسې څومره ناسازګاره شريکان ياست؛په تاسې کې به پچه واچوم، چې د چا په نوم چې راوخته؛نو درېمه برخه به د يو او درېمه برخه ديه به د بل وي . رسول اکرم دومره وخندل،چې غاښونه يې ښکاره شول .

دا روايت ( ابوداود؛صحيح :څوارلسم ټوک،٢٢٢ مخ ) له دوو لارو ، (مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٣٥،١٣٦ مخونه ) له بلې لارې او د څلورم ټوک په ٩٦ مخ کې له بلې لارې ، ( احمد بن حنبل؛مسند:څلورم ټوک،٣٧٣ ،٣٧٤ مخونه ) له دوو لارو ، ( ابوداود طيالسي؛ مسند:لومړى ټوک،٢٦ مخ ) ،( بيهقي؛ سنن : لسم ټوک،٢٦٦،٢٦٧ مخونه له بلې لارې ) ، (طحاوي؛مشکل الآثار :لومړى ټوک،٣٢٠ مخ ) له دوو لارو ، ( متقي؛کنزالعمال:درېم ټوک،١٨١ مخ ) او رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٠ مخ کې هم نقل کړى دى .

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،٧٧ مخ ) په دوو سندونو له حنش له حضرت علي بن ابيطالب روايتوي،چې وايي : رسول اکرم (ص) يمن ته ولېږلم،چې هلته د څو ټبرونو تر منځ ورمندون وکړم،چې کيسه يې داسې ده : يو څاه يې د زمري د ښکار لپاره ايستې وه او يو زمرى په څاه کې غورځېدلى و او ټول د تماشې لپاره له څاه راتاو وو،چې يو بل ټېله کول،چې شا ته شي،چې په خپله يې هم وګوري،چې يو يې څاه ته ورګوزار شو او چې څاه ته غورځېده؛نو د دويمي جامو ته يې لاس ورواچو او دويمي درېمي او درېمي د څلورمي جامو ته لاس ورواچو، چې په پايله کې څلور واڼه څاه ته وروغورځېدل او څلور واڼه د زمري پنځو ته ورغلل،چې زمري څلور واړه وداړل،چې په پاى يو وکړاى شول زمرى ووژني او ټپيان له څاه راوباسي؛خو تر څه مودې وروسته څلور واڼه مړه شول،چې ددې څلور واڼو ټبرونو ترمنځ شخړه شوه،چې د ړومبي او همداراز د دويمي، درېمي او څلورمي د وينې بيه به څوک ورکوي؛نو شخړه دې ته راورسېده،چې ټول ټبرونه وسله وال شول،چې پر يو بل بريد وکړي . حنش وايي : علي ورمخکې شو او ويې ويل :تر اوسه لا پېغمبر اکرم ژوندى دى او تاسې جګړې کوئ ؟ زه به مو په منځ کې ورمندون وکړم؛نو که زما پر قضاوت راضي شوئ؛نو ښه تر ښه ګنې؛نو رسول اکرم ته به مو بوځم،چې په منځ کې مو قضاوت وکړي او که په تاسې کې يو هم د رسول اکرم خبره و نه منله؛ نو هېڅ حق به نه لرئ . ولاړ شئ او له هغه ټبرونو،چې دا څاه يې ايستې؛ څلورمه ،درېمه، نيمه او پوره ديه راوړئ؛يعنې له څلور واڼو ټبرونو دوه زره او درې اتيا ديناره طلا راوړئ او له دې ماله څلورمه ديه _ ٢٥٠ ديناره _ د ړومبي کس وارثانو ته ورکړئ؛ ځکه  هغه د دويمي د وژل کېدو لامل شوى دى؛نو خپله خونبها يې بايد کمه شي او درېمه برخه ديه _؛يعنې ٣٣٣ ديناره _ د دويمي وارثانو ته او نيمه ديه _٥٠٠ ديناره_د درېمي وارثانو ته او ١٠٠٠ ديناره د څلورمي وارثانو ته ورکړئ؛خو د ټبرونو خلک راضي نه شول .علي له څو کسانو مامورانو سره خلک رسول اکرم ته ولېږل،چې پېغمبر اکرم په مسجدالحرام کې د مقام ابراهيم تر څنګ و؛هغوى ورته خپله کيسه وکړه . رسول اکرم ورته وويل :زه به په تاسې کې قضاوت وکړم . يو له هغوى وويل : علي بن ابيطالب په موږ کې يو قضاوت کړى او بيا يې د علي قضاوت شرح کړ،چې رسول اکرم هماغه قضاوت لاسليک کړ او و يې ويل : سم قضاوت يې کړى دى .

 دا روايت  ( احمد بن حنبل؛مسند:لومړى ټوک،١٢٨،١٥٢ مخونه ) ، (ابوداود طيالسي؛ مسند :لومړى ټوک،١٨ مخ ) ، ( بيهقي؛ سنن :اتم ټوک،١١١ مخ ) ، ( طحاوي؛ مشکل الآثار : درېم ټوک،٥٨ مخ )  او (محب طبري؛رياض النضره:دويم ټوک،١٩٩ مخ ) هم نقل کړى دى . 

( استيعاب : دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) په خپل سند له زر بن حبيش روايتوي،چې وايي : دوه کسانو سره خواړه خوړل،چې يو د پينځو ډوډيو او بل د درې ډوډيو خاوند و،چې دا مهال يو سړى راغى، سلام يې واچاوه او د خوړو ست ورته وشو او راغلى سړى خوړو ته کېناست او درې واڼو اته ډوډۍ وخوړې، راغلي سړي اته درهمه کېښوول او ولاړ . د ډوډيو د خاوندانو سره شخړه شوه او د پينځو ډوډيو خاوند وويل : پينځه درهمه زما چې ډوډۍ مې پينځه او درې ستا؛خو هغه بل راضي نه شو او ويې ويل :بايد مساوي يې سره وويشو . شخړه يې د هواري لپاره علي بن ابيطالب ته وړاندې کړه او خپله يې کيسه يې ورته وکړه . حضرت علي د درې ډوډيو خاوند ته وويل : ملګري دې بې انصافي نه ده کړې؛نو ته يې پر ويش راضي شه؛ ځکه  ډوډۍ يې له تا ډېره وه . و يې ويل : نه !پر خداى قسم،چې په مرحق پرته به پر څه راضي نشم . حضرت علي ورته وويل : په مرحق کې تا ته له يوه درهم زيات نه رسي او اووه درهم ستا د ملګري دي . سړي ورته وويل :سبحان الله اميرالمؤمنين ! په خپله د درې درهمو وړانديز کوې او زه پرې نه راضي کېږم او تاسې وياست،چې په مرحق کې مې يو درهم حق دى ؟ حضرت علي ورته وويل: ملګري دې د سولې لپاره وړانديزکړى او تا ته حلال وو؛خو ته له مرحق پرته پر څه راضي نه شوې،چې په مرحق کې هم ستا برخه يو درهم دى. سړي ورته وويل :ددې خبرې دليل راته ووايه،چې قانع شم . حضرت علي ورته وويل : مګر داسې نه ده،چې اته ډوډۍ څلرويشت ثلثه (درېمه برخه ) ډوډۍ ده ؟ چې په تاسې کې هر يوه له دې څلرويشت ثلثو اته ثلثه وخوړې او ددې احتمال،چې يو به ډېره او بل به لږه خوړلې وي؛نو له دې احتماله يوازې خداى خبر دى؛نو په تاسې کې هر يو بايد اته ثلثه په غاړه واخلئ. ويې ويل : سمه ده . حضرت علي ورته وويل :تا خپل اته ثلثه خوړلي او ددې لپاره،چې ستا ډوډۍ درې ټيکلي وه؛يعنې نهه ثلثه وو او يو ثلث له درې ټيکلو دې په خپله نه ده خوړلې او هغه سړي خوړلې؛لکه څنګه چې ملګري دې پينځه ټيکلي ډوډۍ؛يعنې پنځلس ثلثه درلودې او اته ثلثه يې هم په خپله خوړلې او اوه ثلثه هم راغلي سړي؛نو د يو ثلث پر وړاندې يو درهم برخه لري او ملګرى دې د اوو ثلثو پر وړاندې اوه درهمه برخه لري . سړي وويل: اوس راضي شوم .

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : درېم ټوک،١٨٠ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره: دويم ټوک،١٩٩ مخ ) او د هغه د وينا له مخې قلعي او همداراز ابن حجر د صواعق په ٧٧ مخ کې راوړى دى .

( امام احمد بن حنبل؛ مسند : پينځم ټوک، ٥٨ مخ ) په خپل سند له معاوية بن قرة له يو انصاري ، ( کنزالعمال : درېم ټوک،٥٣ مخ ) د علي د هغه قضاوت په اړه  روايت نقل  کړى،چې يو سړي د احرام په حال کې د فیل مرغ هګۍ ماته کړې وه .

( صواعق محرقه :٧٣ مخ ) روايتوي،چې پېغمبراکرم (ث) له اصحابو کرامو سره ناست و،چې دوه شخړه کوونکي راننووتل، چې يو يې وويل : رسول الله ! ما يو خر درلود،چې ددې سړي غوا وواژه . په غونډه کې په ناستو کسانو کې يو د رسول اکرم تر ځواب مخکې وويل :څارويان ضمانت نه لري . رسول اکرم وويل :علي په دې دوو کسانو کې قضاوت وکړه . حضرت علي پوښتنه وکړه : آيا دواړه څاروي تړلي ول، که خلاص وو او يا يو يې تړلى او بل يې خلاص و ؟ هغو دوو کسانو وويل :خر تړلى و؛خو غوا خلاصه وه او د غوا خاوند له خپلې غوا سره و. حضرت علي وويل :د غوا خاوند د خر ضامن دى . رسول اکرم دا حکم تاييد کړ .

( شبلنجي؛ نورالابصار : ٧١ مخ ) يوه کيسه نقل کړې ده : يو سړي له “نرښځي” سره(،چې هم يې د ښځې او هم يې دسړي عورت درلود،) واده وکړ او په مهر کې يې يوه وينځه ورکړه او چې ورسره يې کوروالى وکړ؛نو د نر ښځي پر ګېډه ماشوم شو او زوى ترې وشو او په خپله هغه نرښځي له خپلې وينځې سره کوروالى وکړ،چې مهر يې و او هغه وينځه هم دوه ځانې- حامله شوه او زوى يې وشو .ددې سړي او نرښځي خبره ډنډوره شوه او حضرت علي بن ابيطالب هم خبر شو. حضرت علي د نرښځي له حاله خبر شو،چې هم حيض کېږي،هم وطى کوي او هم وطى کېږي؛ لنډه دا چې له دوو اړخو يې مني راوزي،حامله کېږي او حامله کول هم کوي . ټول خلک يې له خلقته حيران وو او څوک نه و، چې د هغه او مېړه په منځ کې يې قضاوت کړى واى . حضرت علي وويل :هغه دوه هلکان راوړئ؛نو حکم يې ورکړ : ولاړ شئ او د نرښځي د سينې ښۍ او کيڼې پښتۍ وشمېرئ؛نو که د ښي لور او چپ لور پښتۍ يې سره برابرې وې؛نو ښځه ده او که د کيڼ لور يوه پښتۍ يې له ښي کمه وه؛ نو سړى دى، دوه هلکان ولاړل او د حضرت حکم يې پلي کړ او خبر يې راوړ،چې د کيڼ لور پښتۍ يې له ښي اړخه کمې دي او پردې مانا يې شهادت ورکړ او حضرت علي حکم وکړ،چې دا نرښځى سړى دى او له مېړه يې بېل کړ .

د حضرت ابوبکر (رض) ستر سلاکار

( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٤ مخ ) له ابن سمان روايتوي،چې وايي : د رسول اکرم تر مړينې وروسته ځينې مرتد شول او د زکات له ورکولو يې سرغړونه وکړه ، حضرت ابوبکر له اصحابو کرامو سره سلا مشوره وکړه؛ هر چا يوه خبره وکړه،چې حضرت علي ته يې وويل : ابالحسنه ! ته پکې څه وايې؟ حضرت علي وويل : که څه ترې رسول اکرم اخستل او تا ورته پرېښوول؛نو د هغه له سنتو سره دې مخالفت کړى دى .ابوبکر(رض) ورته وويل : ته چې وايې؛نو ورسره به وجنګېږم که ان د يو پړي لپاره هم وي . 

( کنزالعمال :درېم ټوک،٣٠١ مخ ) او ( رياض النضره: درېم ټوک،٩٩  مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي، چې حضرت عبدالله بن عمر وويل : څو تنه يهود حضرت ابوبکر ته راغلل او ورته يې وويل : د ملګري کيسه دې وکړه،چې څنګه سړى و . ابوبکر (رض) په ځواب کې ورته وويل :ددې دوو ګوتو په څېر يو ځاى زه ورسره په غار کې وم او ورسره د حرا غار ته ولاړم حال داچې زما وړه ګوته يې په لاس کې وه؛خو رښتيا خبره داده،چې حديث نقلول ترې سخت دي؛نو تاسې ابي الحسن علي بن ابيطالب ته ورشئ؛نو حضرت علي ته ورغلل او هغه ته يې وويل : د تره زوى دې څنګه سړى و؟ حضرت علي ورته وويل : نه اوږد و او نه لنډ و او له تنې لږ اوږد و؛سپين سور بخن مخ يې درلود؛ويښتان يې غونج او ډېر اوږده نه ول او د غوږ تر نرمۍ رارسېدل؛تندى يې لوى او سترګې يې تورې او غټې وې، له سينې تر نامه يې پر سينه نرۍ کرښه ويښتان وو او د بدن پر بل ځاى يې ويښتان نه درلودل،غاښونه يې ځلېدل،پوزه يې لوړه او د پوزې سوري يې واړه وو او ورمېږ يې د نقرې د لوښي په څېر ځلېده،پښې او لاسونه يې غوښين او غټ وو او پر لار به چې تله ته وا له پورته راکوزېږي او چاته يا چېرې يې چې کتل؛نو ټول بدن او مخ يې وراړوه؛ له ځايه به چې پاڅېد؛نو خلک به يې بېسده کړل او چې به ناست؛نو ټول به يې تر دبدبې لاندې وو او خبرې به يې چې کولې؛نو ساه ګانې به بندې شوې او چې وينا به يې کوله؛نو ټول به ورته پر ژړا وو،پر خلکو تر ټولو مهربانه و،د پلار مړيو مهربانه پلار او د نشتمنو ډاډمن ملاتړ و؛تر ټولو مېړنى،سخي او ښکلى و، خواړه يې روټه ،ښوروا يې شيدې، بالښت يې د کجورو له پاڼو،تخت يې د ام غيلان له لرګي و،چې په منځ کې يې د کجورې پاڼې وې؛دوه پګړۍ يې درلودې،چې د يوې نوم يې سحاب او د بلې عقاب و، بيرغ يې غراء، اوښ يې غضباء، کچره يې دلدل، خر يې يغفور، اس يې مرتجز،ګډ يې برکت ، کوړه يې ممشوش او لښکر يې  لواء محمد نومېده . په خپله به يې د اس په پښو کې نعلونه لګول، واښه او اوبه به يې ورکولې. خپلې جامې يې په خپله پېوندلې او پڼې يې په خپله ګنډلې .

د حضرت عمر (رض) ستر سلا کار

( صحيح ابي  داود:اته ويشتم ټوک،باب سرقت ديوانګان:١٤٧ مخ ) په خپل سند له ظبيان له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : يوه لېونۍ ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې زنا يې کړې وه،چې له اصحابو سره تر سلا مشورې وروسته پايله د سنګسار حکم شو او حکم پلي کولو ته يې،چې وړه؛نو حضرت علي راغى،و يې پوښتل: دې ښځې څه کړي ؟ورته وويل شول : دا ښځه لېونۍ، د پلاني ټبر ده او زنا يې کړې او حضرت عمر يې د سنګسار حکم کړى دى .  حضرت علي وويل : هغه بېرته بوځئ او عمر(رض) ته يې وويل : عمره؛مګر خبر نه يې چې پر دې خلکو تکليف نشته ؟١_ لېونى،چې ښه شي . ٢_ويده،چې ويښ شي .٣_ماشوم،چې بالغ شي . حضرت عمر ورته وويل : هو ! علي : نو ولې يې سنګساروې ؟ علي ښځه پرېښووه او عمر (رض) څو ځل تکبير ووايه .

دا روايت بخاري په خپل صحيح، ( احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،١٤٠،١٥٤ مخونه )  ، ( دارقطني؛د حدود کتاب :٣٤٦ مخ ) ، ( متقي؛ کنزالعمال :درېم ټوک،٩٥ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عبدالرزاق و همداراز مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ او عسقلاني او فتح الباري په بېلابېلو عبارتونو راوړى دى او په ځينو کې يې راغلي : حضرت عمر وويل : که علي نه و؛نو عمر به هلاک شوى و . او فتح الباري وايي : بې له نوموړيو د حديث نورو امامانو هم دا روايت نقل کړى دى . 

( امام انس بن مالک؛موطاء : د الاشربه کتاب :١٨٦ مخ ) په خپل سند له حضرت ثور بن زيد ديلمي روايتوي،چې حضرت عمر بن خطاب د خلکو د شراب څښکلو په اړه  مشوره وکړه،چې حضرت علي بن ابيطالب ورته وويل : زما فتوا  داده،چې بايد اتيا کوړې وخوري؛ځکه چې شراب وڅښي؛نو مست شي؛نو چې مست شي؛نو چټيات وايي او چې چټيات يې وويل؛نو تورونه لګوي . حضرت عمر ورسره ومنله او تر هغه  وروسته به يې شرابخواران اتيا کوړې وهل .

دا روايت (شافعي؛مسند : د الاشربه کتاب :١٦٦ مخ ) ، (حاکم؛مستدرک:څلورم ټوک،٣٧٥ مخ ) ، ( سيوطي؛درالمنثور: د مايده د سورت د انما الخمر و الميسر ترآيت لاندې ) او د هغه د وينا له مخې ابو الشيخ،ابن مردويه، حاکم،دارقطني د خپل سنن د حدود د کتاب په ٣٤٦ مخ کې او متقي د کنزالعمل د درېم ټوک په ١٠١ مخ کې راوړى دى .

( مستدرک الصحيحين : څلورم ټوک،٣٧٥ مخ ) په خپل سند له وبره کلبي روايتوي،چې وايي : حضرت خالد بن وليد د خپل ماموريت له ځايه حضرت عمر ته راولېږلم او مدينې ته،چې راغلم؛نو حضرت عمر په جومات کې  له  عثمان بن عفان،علي، عبدالرحمان بن عوف،طلحة او زبېر (رضى الله عنهم) سره و. ورته مې وويل : خالد بن وليد درباندې تر سلام وروسته وايي : خلکو شرابو ته مخه کړې او له هېڅ هم نه وېرېږي . حضرت عمر وويل : دا د رسول اکرم اصحاب دي؛نو له دوى وپوښته، چې څه وايي ؟ حضرت علي وويل : د شرابخور حد اتيا کوړې دى . خپل ملګري ته دې ووايه،چې شرابخور پر اتيا کوړو ووهي .

دا روايت طحاوي هم د شرح الاثار د دويم ټوک په ٨٨ مخ کې له دوو لارو راوړى او مخکې يې ويلي :حضرت  ابوبکر ژوندى و؛نو د شرابخور حد يې څلوېښت کوړې و او حضرت عمر هم تر هغه ورځې پورې څلوېښت کوړې واهه .

 او همداراز دارقطني هم د سنن د حدود د کتاب په ٣٤٦ مخ کې، بخاري د پينځلسم ټوک په ٧٣ مخ کې راوړى او طبراني،طحاوي، بيهقي ته يې د حضرت اسامه بن زيد له لارې نسبت ورکړى او په ٧٤ مخ کې يې عبدالرزاق له معمر بن ايوب له عکرمة ته نسبت ورکړى دى .

( مستدرک الصحيحين : لومړى ټوک،٤٠٠ مخ ) او د لومړي ټوک په ٤٥٧ مخ کې حضرت علي ته د حضرت عمر د مراجعاتو دوه کيسې راوړي،چې د دويمې لنډيز داسې دى : حضرت ابوسعيد خدري وايي : يو کال له حضرت عمر سره حج ته تللى وم،طواف يې،چې کاوه؛نود حجر الاسود مخ ته ودرېد او و يې ويل :خبر يم چې ته هېڅ ګټه او تاوان نه لرې او که رسول اکرم نه وې ښکل کړى؛نو ما به هم نه وې ښکل کړى . حضرت علي هم هلته و،چې و يې ويل : عمره داسې هم نه ده،چې ګومان کوې،دا تيږه له نورو تيږو سره توپير لري او دا تيږه ګټه او تاوان لري؛ځکه ما د خداى له استازي واورېدل،چې ويې ويل : د قيامت پر ورځ به دا تيږه راوړي او پرېکنده به د هغوى په ګټه شهادت ورکړي،چې موحد وي او دا تيږه يې استلام کړې وي . حضرت عمر وويل : پناه غواړم له خدايه،چې په داسې خلکو کې  ژوند وکړم،چې ابالحسن پکې نه وي .

دا روايت ( کنزالعمال :درېم ټوک،٣٥ مخ ) هم نقل کړى او د هندي د کتاب فضايل مکه  او مطولات په کتاب کې يې ابوالحسن قطان ته نسبت ورکړى ، حاکم هم په مستدرک، عبدالرزاق په جامع،سيوطي د انعام د سورت د (وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ ) تر آيت لاندې نقل کړى او بيهقي ته يې په شعب الايمان کې نسبت ورکړى، فخر رازي د (وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ. وَطُورِ سِينِينَ وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ) تر آيتونو لاندې نقل کړى،چې په وروستي  کې يې راغلي،چې حضرت عمر وويل:ابالحسنه ژوندى دې نه يم په هغه قوم کې،چې ته پکې نه يې.

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٤ مخ ) په خپل سندله حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت عمر خلک راټول کړل، چې د تارخ د مبداء په اړه  ورسره سلا مشوره وکړي . حضرت علي وويل : له مکې څخه مدينې ته د رسول اکرم هجرت د تاريخ مبداء کړئ؛ځکه دا هغه ورځ ده،چې رسول اکرم د شرک سيمه پرېښووه . حضرت عمر يې پرنظر عمل وکړ .

دا روايت ( ابن جرير؛تاريخ :دويم ټوک،١١٢ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :پينځم ټوک،٢٤٤ مخ ) کې هم راوړى او متقي بيا وايي : حضرت عمر د خلافت له دوه نيم کالو تېرېدو وروسته تاريخ تاسيس کړ .

( سنن بيهقي؛شپږم ټوک،١٢٣ مخ او همداراز : اووم ټوک : ٣٤٣ مخ ) حضرت علي ته د حضرت عمر د مراجعاتو په اړه  دوه روايتونه نقل کړي،چې په دويم کې يې راغلي : يو سړى حضرت عمر ته راغى او ورته يې وويل :ما خپلې مېرمن ته وويل : واګې دې خپلې دي _البته دا يو کنايي تعبير دى او واقعي مانا يې مطلب نه ده _ آيا دا تعبير طلاق دى که نه ؟ حضرت عمر ورته وويل : د حج په موسم کې راشه . نو چې د حج په موسم کې راغى او کيسه يې بيا ورته وکړه؛حضرت عمر ورته وويل : هغه اصلع _ هغه چې پر تندي ويښتان نه لري _ سړى وينې ؟ ورشه او ويې پوښته، چې ورغى،هغه حضرت علي بن ابيطالب و؛نو و يې پوښتل : چا رالېږلى يې ؟ ورته يې وويل : عمر بن خطاب(رض) . حضرت علي ورته وويل : پر دې کور قسم وخوره، چې پر هغه دې له هغې خبرې مراد د ښځې طلاق نه و. سړى مخ په قبله ودرېد او ويې ويل : سړي قسم وخوړ،چې له طلاق پرته مې بل مطلب نه درلود . حضرت علي ورته وويل : ښځه دې طلاقه ده .  

( سننن بيهقي؛اووم ټوک،٤٤٢ مخ له شعبي له حضرت عمر) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٦ مخ له مسروق له حضرت عمر) ، ( سنن بيهقي : اووم ټوک،٤٤٢ مخ  په خپل سند له ابي الاسود دوئلي ) په دې اړه  راوايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوړه،چې شپږمياشتنى ماشوم يې زيږولى و؛نو حضرت عمر حکم وکړ،چې سنګسار يې  کړئ. حضرت علي خبر شو، و يې ويل : نه ! دا حکم غلط دى،سنګسار دې نشي،حضرت عمر،چې واورېدل، حضرت علي يې حکم رد کړى؛و يې پوښته : څنګه کېداى شي د ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وشي . حضرت علي ورته وويل : د قرآن له دې دوو آيتونو جوتېږي، چې د حمل تر ټولو لږه موده شپږ مياشتې دي : (وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا) او بل (وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ) آيتونه دي؛ځکه ړومبي آيت د حمل او شيدو ورکولو موده دېرش مياشتې ښوولي او دويمي ايت ويلي : که د مور خوښه وي؛نو څلرويشت مياشتې شيدې ورکولاى شي؛نو پردې بنسټ د حمل لږ تر لږه موده شپږ مياشتې ده . عمر(رض) چې دا واورېدل؛نو ښځه يې پرېښووه او و يې ويل : ((لو لا على لهلک عمر؛يعنې که علي نه و؛نو عمر به هلاک شوى و )

دا روايت پر بيهقي سربېره (محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٩٤ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عقيلي او ابن اسمان ، (متقي؛کنزالعمال :درېم ټوک،٩٦ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عبدالرزاق،عبد بن حميد،ابن منذر،ابن ابي حاتم او همداراز (کنزالعمال :درېم ټوک،٢٢٨ مخ ) او په ٢٢٨ مخ کې يې له قتادة له ابي حرب بن اسود دوئلي له پلاره هم نقل کړى دى او په وروستي کې راغلي : د ښځې خور حضرت علي ته راغله او ورته يې وويل : عمر(رض) غواړي خور مې سنګسار کړي؛نو پر خداى مو قسم ،که څه چاره وي، چې خور مې پرې خلاصه کړم. حضرت علي ورته وويل :خور دې معذوره ده. هغې ښځې داسې پر لوړ غږ تکبير ووايه،چې په شاوخوا کې ټولو او ان حضرت عمر هم واورېد . ښځه حضرت عمر ته ورنږدې شوه او ورته يې وويل : علي وايي : خور دې معذوره ده . عمر(رض) هم په علي پسې څوک ولېږه، چې عذر يې څه دى . حضرت علي ورته وويل : خداى په قرآن کې وايي ….. 

  او همداراز دا روايت ( عبدالبر؛ استيعاب : دويم ټوک،٤٦١ مخ ) نقل کړى،چې په پاى کې يې حضرت عمر ويلي : که علي نه و؛نو عمر به هلاک و .

( ابن سعد؛طبقات : دويم ټوک، دويم قسم ،١٠٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې يوه ورځ حضرت عمر بن خطاب، اصحابو کرامو ته راغى او ورته يې وويل : ما ته په يو کار کې لارښوونه وکړئ، چې کړى مې دى او فتوا مو راکړئ.پوښتنه وشوه : اميرالمؤمنينه! څه کار مو کړى دى؟ ويې ويل : سره له دې،چې روژه وم؛له خپلې وينځې سره مې کوروالى وکړ . ټول چوپ شول.حضرت عمر وويل : يا بن ابيطالب ! ته په کې څه وايې ؟ ورته يې وويل : حلال کار دې کړى؛يوه ورځ له يوې ورځې سره؛يعنې نن دې روژه باطله او پر ځاى يې بله ونيسه . حضرت عمر وويل : ستا فتوا تر ټولو غوره ده .

( ابن سعد؛ طبقات : درېم ټوک،لومړى قسم ،٢٢١ مخ ) په خپل سند له له حضرت ابي امامة بن سهل ابن حنيف روايتوي،چې وايي : وروسته تر دې،چې حضرت عمر د خلافت پر کرسۍ کېناست؛نو د څه مودې لپاره يې له بيت الماله ګټه نه اخسته او ددې لپاره ما ورسره ځانګړى چلن درلود؛نو يو څوک يې د رسول اکرم (ص) په اصحابو کرامو پسې ولېږه،چې راټول يې کړل او د هغوى پر نظر يې هم ځان پوه کړ، چې حضرت عثمان ورته وويل : څومره چې دې خوښه وي، وخوره او څومره،چې دې خوښه وي،ويې بښه . حضرت سعيد بن زيد بن عمرو بن عقيل هم همدا نظر ورکړ.حضرت عمر وويل :علي ! ته څه وايې ؟ ورته يې وويل : ته يوه سهارنۍ او يو ماښامنى له بېت الماله ګټه اخستى شې . حضرت عمر د علي خبره پلي کړه .

( ابن سعد؛ طبقات : دويم ټوک،دويم قسم ،١٠٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت عمر به تل ويل : پناه غواړم له خدايه له هغې ستونزې،چې ابوالحسن علي مې تر څنګ نه وي.

دا روايت ( اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :څلورم ټوک،لومړى قسم،٢٧٠ مخ ) ، ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : اووم ټوک،٣٢٧ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛ استيعاب :دويم ټوک ،٤٦١ مخ ) او (متقي؛کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٤١ مخ ) هم نقل کړى دى .

( شرح معاني لاثار: دويم ټوک، د حدود کتاب ،٨٨ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي عبدالرحمن سلمي له حضرت علي روايتوي،چې د شام ځينو خلکو شراب وڅښکل او هغه مهال يې والي د معاويه بن ابوسفيان ورور يزيد بن ابوسفيان و؛نو چې يې ونيول،ويې ويل : شراب حلال دي او د (لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُواْ ) پر آيت يې استدلال وکړ . يزيد دا خبره عمر(رض) ته وليکله . عمر(رض) ورته په ځواب کې وليکل :چې دې څو کسانو ټول چاپېريال نه وي لړلى؛نو ژر تر ژره يې مدينې ته راولېږه،مدينې ته يې،چې راوستل؛نو په اړه يې  حضرت عمر له نورو اصحابو سره سلا مشوره وکړه . ټولو ورته وويل : اميرالمؤمنينه ! ددې لپاره چې پر خداى يې دروغ تړلي او په دين کې يې تشريع کړې؛نو له ټولو ورمېږونه غوڅ کړه . په دې ټولو خبرو کې  حضرت علي چوپ و . حضرت عمر وويل : علي ستا نظر څه دى ؟ و يې ويل : زمانظر دادى،چې پر دوى توبه وباسې؛نو که توبه يې وکړه؛نو هر يو اتيا کوړې ووهه؛ځکه مسلمانان شوي او پخوا يې په خپله مسلمانۍ کې شراب خوړلي او که توبه يې ونه کړه _ که همداسې يې پر خپل  ارتداد ټينګاره کاوه _نو ورمېږونه ترې غوڅ کړه؛ځکه مرتد دي،پر خداى يې دروغ تړلي او بې له دې،چې د خداى له کتابه څه راوړي، په دين کې يې تشريع کړې ده . حضرت عمر د حضرت علي فتوا پلي کړه؛هغوى توبه وکړه او بيا يې اتيا اتيا کوړې ووهل .

دا روايت ( عسقلاني؛ فتح الباري : پينځلسم ټوک،٧٤ مخ ) هم نقل کړى او ابن ابي شيبه ته يې نسبت ورکړى دى . سيوطي هم په درالمنثور کې د مائده دسورت د (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ) تر آيت لاندې راوړى او ابن ابي شيبه، ابن منذر او کنزالعمال ( لومړي ټوک: ٢٢٩ مخ  )  ته يې نسبت ورکړى دى .

سيوطي په درالمنثور کې دآل عمران د سورت د (فَأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاء الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاء تَأْوِيلِهِ) تر آيت لاندې د محب ( نصر ) له کتاب له حضرت ابي هريرة روايتوي،چې وايي : له حضرت عمر بن خطاب سره ناست وو،چې يو سړى راغى او و يې پوښتل: قرآن مخلوق دى او که غير مخلوق . حضرت عمر ددې پوښتنې په اورېدو سخت حيران شو، جامې يې راټولې کړې او پوښتونکى يې حضرت علي ته بوت،ورته يې وويل : ابالحسنه ! خبر يې چې دا سړى څه وايي؟ ويې ويل : څه وايي ؟ حضرت عمر: راغلى او پوښتي، چې قرآن مخلوق دى که غير مخلوق ؟ حضرت علي وويل : دا هغه ټکى دى،چې ورپسې به يوه ثمره وي او که د چارو واکې زما په لاس کې وې؛نو ورمېږ به مې ترې غوڅ کړى و .

( کنزالعمال :دويم ټوک،٢٢١ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي، چې يو بيدياني سړي د اوښانو رمه راوړې وه،چې و يې پلوري، حضرت عمر خبر شو،سړي ته راغى،چې يو ځاى ورسره ټول ترې وپېري؛نو بېل بېل اوښ يې په لغته واهه،چې پاڅي،چې پوه شي روغ دى که نه . اعرابي ورته سپکې سپورې وکړې او ويې ويل : اوښان مې پر خپل حال پرېږده؛خو سپکو سپورو يې مخه ونشوه نيولاى او وروسته تر دې،چې ټول يې روغ وموندل؛نو ټول يې يو ځاى واخستل او پلورونکي ته يې وويل : اوښان رامخکې کړه او راځه چې بيه يې درکړم . اعرابي ورته وويل : صبر وکړه،چې پړي او کتې ترې کوزې کړم . حضرت عمر وويل : ما اوښان له پړو او کتو سره اخستي دي . اعرابي وويل :شهدالله چې بد سړى يې ! تا اوښان اخستي که کتې . حضرت عمر ورته وويل : ما چې اخستل؛نو پړي او کتې پرې وې؛نو شخړه يې کوله، چې علي راورسېد . حضرت عمر ورته وويل : ددې سړي پر قضاوت راضي يې ؟ اعرابي وويل : هو او بيا يې خپله  کيسه و کړه . علي وويل : که تا ورسره د پړو او کتو بيه هم کړې وه؛ نو ستا به وو او اوس چې دې نه ده کړى؛نو د هغه دي او حضرت عمر هم د  حضرت علي خبره ومنله .

( کنزالعمال : درېم ټوک،٥٣ مخ ) له حضرت محمد بن زبير روايتوي، چې وايي : د دمشق جومات ته ننووتم،چې هلته مې يو بوډا سړى وليد، چې په ملا  کړوپ و،ورته مې وويل : مشره ! تا په ژوند کې څوک ليدلي دي ؟ و يې ويل : پېغمبراکرم(ص) مې ليدلى دى.پوښتنه مې وکړه : په کومو جګړو کې دې برخه اخستې وه ؟ راته يې وويل : د یرموک په غزا کې مې برخه اخستې وه .ومې ويل :  څه چې دې اورېدلي؛نو ما ته يې هم ووايه . ويې ويل : د اشعريينو او عک له خلکو سره حج ته ولاړو او د احرام په حال کې مو څو د فیل مرغ هګۍ تر پښو لاندې ماتې کړې _يا مو ماتې او و مو خوړې _ بيا مو خپله کيسه حضرت عمر بن خطاب ته وکړه،چې زموږ تکليف څه دى ؟ پرته له دې چې کوم ځواب راکړي؛نو موږ ته يې وويل : راځئ . موږ هم ورپسې شو، چې د رسول اکرم خونې ته ورسېد. ور يې وواهه ، يوې ښځې له کوره غږ کړه :څوک يې ؟ حضرت عمر وويل :  ابوالحسن په کور کې شته ؟ و يې ويل : نه ! په پټي کې دى . حضرت عمر بيا روان شو او راته يې وويل : راځئ . اباالحسن ته چې ورسېدو؛نو ښه راغلاست يې ووايه  . حضرت عمر وويل : دا ځوانان د عک او  اشعريين دي او د احرام په حال کې يې د فیل مرغ څو هګۍ ماتې کړې دي .حضرت علي وويل :څوک به دې په ما پسې رالېږلى و؛زه به په خپله درغلى وم . عمر(رض) وويل : په دې به ښه ښکاره شم،چې زه تاته راشم .حضرت علي وويل د هګيو د شمېر هومره نر فیل مرغان ،چې فیلمرغې يې نه وي ليدلي له هغه ښځو فیلمرغو سره،چې فیلمرغ يې نه وي ليدلى؛نوکه بچى يې وشو،هغه به منى ته يوسي او قرباني دې يې کړي . حضرت عمر وويل : کېداى شي اوښه بچى وغورځوي ( سقط يې کړي ) .حضرت علي وويل : کېداى شي هګۍ هم فاسدې شي . عمر(رض) وويل : خدايه ! په داسې ستونزه کې مې راګېر نه کړې،چې علي مې تر څنګ نه وي .

( کنزالعمال : درېم ټوک،١٧٩ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : يوه ستره ستونزه حضرت عمر ته پېښه شوه،چې د ستونزې د ستروالي له امله به کېناسته او پاڅېده؛رنګ به يې واوخوت او تک تور به شو او ددې ستونزې د هواري لپاره يې د رسول اکرم اصحاب راټول کړل،چې سلا مشوره ورسره وکړي،چې ټولو ورته وويل : اميرالمؤمنينه! زموږ پناه ځاى خو ته يې . حضرت عمر وويل : له خدايه ووېرېږئ او سمه خبره وکړئ،چې خداى مو نيتونه پاک کړي. اصحابو کرامو ورته وويل : ددې ستونزې حل له موږ سره هم نشته . حضرت عمر وويل : پر خداى قسم، چې څوک پېژنم،چې ددې ستونزې هوارول ورته ډېر اسان  دي . اصحابو کرامو وويل : ګواکې مردا مو د ابيطالب زوى دى . حضرت عمر وويل : خداى دې لري؛ايا عرب يې په څېر بل لري، پاڅئ، چې ورشو.اصحابو کرامو ورته وويل : اميرالمؤمنينه ! صبر نه کوئ، چې په خپله راشي .عمر(رض) وويل : نه بېخي نه !داچې له بني هاشمو دى او د رسول اکرم خپلوان دى، تر ټولو پوه دى او په ټوليزه،علم يو څيز دى، چې بايد ورپسې ولاړ شو او بايد توقع ونه لرو،چې کور ته مو راشي .

( کنزالعمال : درېم ټوک،١٧٩مخ ) له حضرت سعيد بن جبير روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې يو ماشوم يې زيږولى و، چې له پنډيو پورته دوه وو؛يعنې دوه سره، دوه ګېډې،څلور لاسونه او دوه عورته يې درلودل او تر  پنډو لاندې يو و .دې ښځې له مېړه څخه د دوو اولادونو ميراث غوښته . حضرت عمر اصحاب کرام راټول کړل،چې  مشوره ورسره وکړي؛خو سم او صحيح ځواب يې لاس ته را نه غى؛نو بيا يې علي بن ابيطالب راوغوښت . حضرت علي وويل :په دې خبره کې يو راز دى؛نو ښځه او زوى يې بندي کړئ او د ميراث مال هم ونيسئ او يو څوک ورته ونيسه،چې خدمت يې وکړي او لګښت يې ورکړي، حضرت عمر همداسې وکړل، چې ښځه مړه شوه او بيا عجيب الخلقة زوى د ميراث غوښتنه وکړه، حضرت علي حکم وکړ،چې يو خسي خادم دې د د دواړو د عورت داسې خيال وساتي؛لکه مور يې چې د خپل ماشوم ساتي،چې تر څه مودې وروسته يو له هغوى د واده هيله وکړه،چې حضرت عمر يو څوک په حضرت علي پسې ولېږه، چې بالاخره نظر دې ددې دوو کسانو په اړه  څه دى؛نو که يو يې ښځه غواړي او بل نه او يو څه غواړي،چې هغه بل يې نه غواړي؛موږ به څه کوو او ګورې،چې يو يې ښځه غواړي ؟ حضرت علي وويل: الله اکبر ! خداى تردې حليم او کريم دى، چې خپل بنده به دې ته اړ کړي،چې جماع کول يې وليدل شي او تاسې هم هغه ځوان بوخت کړئ،چې خداى يې په اړه  حکم صادر کړي؛ځکه  دا هلک به هله د جماع اشتها کوي،چې مړينې ته نږدې وي او هغه ځوان هم درې ورځې وروسته مړ شو. بيا حضرت عمر اصحاب کرام راټول کړل، چې په دې ژوندي پورې د تړل شوي مړي تکليف څه دى ؟ورته يې وويل : هغه مړى د ژوندي له بدنه بېل کړئ او ښح يې کړئ . حضرت عمر وويل : عجيبه خبره کوئ ! آيا زه يو ژوندى د بل مړي لپاره ووژنم ؟ او په خپل هغه ځوان هم نيوکه وکړه،چې سره له دې،چې مؤحد يم، قرآن وايم او د محمد بن عبدالله پر نبوت او رسالت ايمان لرم؛نو بيا مې هم وژنئ ؟ بيا حضرت عمر په حضرت علي پسې يو کس ولېږه،چې راشه او ددې ستونزې لپاره لاره چاره پېدا کړه . حضرت علي وويل : مسله ډېره اسانه ده او تاسې مه وارخطا کېږئ؛هغه ته غسل ورکړه او کفن يې کړه او يو خادم ورته ونيسه،چې په ناسته پاسته کې ورسره مرسته وکړي او چې درې ورځې تېرې شوې؛نو هغه يو به وچ شي او د جلا کولو وړ به وګرځي،درې ورځې وروسته همداسې هم وشول . حضرت عمر وويل : يابن ابيطالب ! ته او د هرې شبهې رابرسېروونکى او د هر حکم مرجع وې او يې .

( کنزالعمال : څلورم ټوک،٢٢٣ مخ ) له حضرت قاسم بن ابي امامه روايتوي، چې وايي : حضرت عمر جنب و او له خلکو سره يې لمونځ وکړ؛نو چې پوه شو؛نو خپل لمونځ يې راوګرځاوه . حضرت علي وويل : بايد خلکو ته اعلان وکړې،چې هغوى هم خپل لمونځ راوګرځوي او اصحابو هم د حضرت علي حکم پلي کړ .   

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٦ مخ ) له ابن عمر (رض) روايتوي، چې پلار مې  حضرت عمر بن خطاب،حضرت علي بن ابيطالب ته وويل : ابا الحسنه ! درې مطلبه مې په ذهن کې مشکل دي او ډېر مې زړه غواړي که ته يې پوهه لرې؛نو ځواب يې راکړه . حضرت علي: هغه درې مسئلې څه دي ؟ حضرت عمر وويل : يو دا چې کله انسان له يوه داسې سړي سره مخ کېږي،چې دومره مينه ورسره لري،چې تر هغه هومره به له چا سره هم مينه نه کوي او بل به يې دومره بدې راځي،چې تر هغه به يې بل بدې نه راځي،چې ددې خبرې علت به څه وي؟ حضرت علي ورته وويل : ما د خداى له استازي واورېدل : ارواګانې په هوا کې ځانته لښکرې دي او په بېلو بېلو ليکو کې دي او که بدنونه يو له بل سره مخامخ شول؛نو که ارواګانې يې سره په يوه ليکه کې وي؛نو يو بل جذبوي او که په يوه ليکه کې نه وي؛نو يو بل يې بدې راځي . حضرت عمر وويل : دا يې يو . بله دا انسان هغه څه هېروي،چې اورېدلى يې وو او کله يې ياد ته راځي؛نو ددې علت څه دى ؟ حضرت علي ورته وويل : د خداى له استازي مې واوېدل : داسې زړه به و نه ګورې،چې د ځان لپاره به وريځ نه لري؛لکه څنګه،چې سپوږمۍ د ځان لپاره وريځ لري او په همدې ترڅ کې،چې سپوږمۍ رڼا ورکوي؛نو وريځ يې د رڼا مخه نيسي او تپه تپاره کړي او زړونه همداسې دي. عمر (رض) وويل :دا يې دوه . درېم : چې کله انسان خوب ګوري؛نو کله يې خوب رښتيا وي او کله دروغ؛نو ددې علت څه دى ؟ حضرت علي وويل : د خداى له استازي مې واورېدل: داسې ښځه او سړى به نه وي،چې خوب يې درون شي او اروا يې د عرش پر لور روانه نشي او تر هغه نه راويښېږي ،چې اروا يې عرش ته نه وي رسېدلې او څه يې چې ليدلي؛نو صادق دي او هغه چې عرش ته يې د اروا تر رسېدو مخکې راويخ شي؛نو هر هغه څه دروغ دي،چې په خوب کې يې ويني .عمر (رض) ورته وويل : دا خبرې وې، چې زما ذهن يې پر ځان له ډېره وخته بوخت کړى و او تا راته دا ستونزه هواره کړه او د خدايه شکر کوم،چې تر مړينې مخکې مې پرې سر خلاص شو .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) له حضرت عمر څخه روايتوي، چې د يوې خبرې پر سر يې له يو سړي سره شخړه شوه، چې ورته مې وويل : آيا راضي يې،چې دا ناست کس زما او ستا په منځ کې قضاوت وکړي ؟ سړي پر سپکاوي وويل : هغه سړى،چې غټه ګېډه لري ؟ حضرت عمر غوسه شو، ورپاڅېد او سړى يې له ګرېوانه راونيو او ورته يې وويل: خبر يې چې د چا سپکاوى دې وکړ ؟ تا زما او د هر مسلمان مولى خپه کړ .

( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٥ مخ ) له زيد بن علي له پلاره له نيکه روايتوي،چې وايي: يوه دوه ځانې- حامله ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې پر زنا يې اعتراف – منښته کړې وه. حضرت عمر پرې د سنګسار حکم وکړ. حضرت علي دا ښځه پر لار ليدلې او له خلکو يې پوښتنه کړې وه، چې دې ښځې څه کړي دي ؟ورته وويل شول : عمر(رض) حکم کړى،چې سنګسار دې شي. حضرت علي حکم وکړ: بېرته يې وګرځوئ او حضرت عمر ته يې وويل : ته پر هغې ښځې واکمن يې، نه په ګېډه کې يې پر ماشوم، ته په دې عمل پرې وينه راوړه او ودې وېروله او همدومره ورته بس دى. عمر (رض) وويل : په رښتيا چې همداسې ده ؟ ورته يې وويل : هو ! مګر د خداى له استازي دې نه دي اورېدلي : چا چې بر بلا  تر ککړېدو وروسته پر جرم منښته وکړه؛نو نور پرې حد نه جاري کېږي؛يا بايد بندي شي او يا وګواښول شي؛ځکه  اقرار يې اقرار نه دى . حضرت عمر هم ښځه پرېښووه .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٢ مخ ) له حضرت عبدالرحمان سلمي روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې په بيديا کې يې د سختې تندې له امله له يوه شپوڼه د اوبو غوښتنه کړې وه او شپوڼ ورته ويلي وو،چې د کوروالي په شرط به اوبه درکړم او ښځې هم  د ناچارۍ له مخې زنا کړې وه . حضرت عمر يې د سنګسارولو په اړه  له اصحابو کرامو سره سلا مشوره وکړه، چې حضرت علي ورته وويل : بايد رجم نشي؛ځکه پرېشانه وه؛نو تاسې يې پرېږدئ .حضرت عمر هم د حضرت علي حکم پلى کړ . 

 ( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) له حضرت حنش بن معتمر روايتوي، چې دوه کسانو له يوې قريشي ښځې سره سل ديناره امانت کېښوول او ورته يې وويل : موږ يوه ته به يې هم نه راکوې؛يعنې که يو مو ځان ته راغى؛نو مه يې راکوه او صبر وکړه،چې هغه بل هم راشي، چې له دې کيسې يو کال تېر شو او يو يې راغى او ښځې ته يې وويل : زما هغه بل ملګرى مړ شوى او دينار راکړه. ښځې دينار ور نه کړل او سړي د ښځې د مېړه کورنۍ په ښځې پسې راوپاروله او د ښځې کورنۍ هم دا ښځه سور اور ته ونيوه، چې ددې سړي دينار ورکړي او ښځې هم دينار ورکړل . يو کال تېر شو او هغه بل سړى راغى او د دينارو غوښتنه يې وکړه. ښځې ورته وويل : ما دينار ستا هغه بل ملګري ته ورکړل؛ځکه راغى او ما ته يې وويل،چې هغه بل ملګرى مې مړ شوى او ما هم دينار ورکړل،چې خبره عمر(رض) ته يووړل شوه. حضرت عمر ښځې ته وويل : ته ضامنه يې او بايد دينار ورکړې . ښځې قسم ورکړ،چې ته په موږ کې قضاوت مه کوه او پرېږده، چې علي بن ابيطالب په موږ کې قضاوت وکړي . حضرت عمر هم قضاوت حضرت علي ته وروسپاره.حضرت علي پوه شو،چې هغه دوه سړي له دې ښځې سره دوکه کوي . حضرت علي سړي ته وويل : هغه ورځ مو چې امانت دې ښځې ته ورکاوه؛مګر تاسې نه وو ويلي،چې موږ يوه ته به يې نه راکوې؟ ويې ويل : هو ويلي مو وو. حضرت علي ورته وويل : ستاسې مال له ماسره دى او ولاړ شه او هغه بل ته هم ووايه،چې راشي،چې مال مو درکړم .سړى ولاړ او بېرته راستون نشو .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) او همداراز د رياض النضره په هماغه ټوک او هماغه مخ کې درې نور روايتونه راغلي،چې په دوو کې يې حضرت عمر ويلي : علي ! خداى دې ما له تا مخکې واخلي .

( شبلنجي؛ نورالابصار : ١٧١ مخ ) روايتوي،چې يو سړى يې حضرت عمر ته راوست،چې په خلکو کې يې د کفر خبرې کړې وې . خلکو پوښتلى و، چې څنګه يې . هغه ورته ويلي وو : اوس خو حالات داسې دي،چې فتنه مې خوښه ده او له حقه کرکه لرم او يهود او نصارا تاييدوم او پر هغه څه ايمان لرم چې نه يې وينم او پر هغه څه ايمان لرم،چې نه وي پيدا شوى. حضرت عمر يو کس په حضرت علي پسې ولېږ؛نو همدا چې حضرت علي راغى؛نو د سړي کيسه يې ورته وکړه.حضرت علي سړى په حقه وباله ،و يې ويل : رښتيا وايي؛ځکه  د هغه مال او اولاد خوښ دى او خداى هغه دواړه فتنه ښوولي؛( أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلاَدُكُمْ فِتْنَةٌ ) له حقه کرکجن دى،چې مراد يې مړينه ده،چې حق دى او خداى وايي : (وَجَاءتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ) د يهودو او نصاراوو خبره هم تاييدوي؛ځکه  قرآن د يهودو له خولې وايي :نصارى پر باطله دي او نصارى وايي،چې يهود پر باطله دي او بل داچې وايي چې پر ناليدي ايمان لرم او هغه خداى دى، چې نه ليدل کېږي او پر هغه څه ايمان لري،چې پيدا شوى نه دى او هغه قيامت دى . حضرت عمر وويل : پناه غواړم له هغې ستونزې،چې علي يې هوارونکى نه وي .

( ثعلبي؛قصص الانبياء :٥٦٦ مخ ) د (إِذْ أَوَى الْفِتْيَةُ إِلَى الْكَهْفِ فَقَالُوا رَبَّنَا آتِنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً) آيت په تفسير کې وايي : د اصحاب کهف په اړه  کيسه ده او هغه داچې کله اميرالمؤمنين عمر بن خطاب خلافت ته ورسېد؛د يهودو عالمان ورته راغلل،چې آيا له محمد (ص) او ابوبکر (رض) وروسته د مسلمانانو د خلافت چارې يې په لاس کې دي ؟

ورته يې وويل : هو ! ورته وويل شول : موږ څه پوښتنې لرو؛نو که ځواب دې راکړ؛ نو پوه به شو، چې اسلام پر حقه او محمد (ص) په رښتيا پېغمبر و او که ځواب دې رانه کړ؛نو پوه به شو،چې اسلام پر حقه نه دى او محمد (ص) هم دروغجن و . حضرت عمر وويل : وپوښتئ هر څه چې پوښتئ . و يې ويل : راته ووايه : د اسمان د قفلونو مانا څه ده او کونجيانې يې کومې دي ؟ هغه کوم قبر و،چې په ځان کې ښح کړى يې له ځانه يووړ ؟ هغه څوک و، چې خپل قوم يې انذار کړ حال داچې نه انس و او نه جن ؟ هغه کوم ساه کښ دي،چې پر ځمکه وګرځېدل؛خو په يوه زيلانځ = رحم کې هم نه دي پيدا شوي؟ هغه غږ، چې دراج کوي، څه مانا لري ؟ راته ووايه : چرګ، اس، چينډخ، خر ، قمري په خپل غږونو کې څه وايي؟ حضرت عمر خپل سر لاندې ټيټ کړ او بيا يې وويل : دا د عمر (رض) نيمګړتيا نه ده، چې وپوښتل شي او پر ځواب نه پوهېږي،چې ووايي : نه پوهېږم او پر څه چې نه پوهېږي،پوښتنه يې وکړي . ناڅاپه يهودان پاڅېدل او و يې ويل : موږ شهادت ورکوو، چې محمد (ص) پېغمبر نه و او اسلام هم باطل دين دى . دا مهال حضرت سلمان وارخطا پاڅېد او ورته يې وويل : تاسې مهرباني وکړئ، څو شېبو ته کېنئ ،چې راستون شم او په بېړه يې ځان حضرت علي ته ورورساوه او ورته يې وويل : ابا الحسن ! سلام عليکم ! د اسلام مل شه، چې ګوره له لاسه ځي . حضرت علي ورته وويل : څه شوي ؟ حضرت سلمان ورته کيسه وکړه . حضرت علي د رسول اکرم(ص) عبا واخسته، چې پرې لږه اوږده هم وه او په دبدبه مجلس ته ورغى؛نو حضرت عمر، چې وليد،ورغاړې ووت،ورته يې وويل : ته د هرې ستونزې د هوارې لپاره زموږ زېرمه يې . بيا حضرت علي له يهودانو وغوښتل : وپوښتئ او په پاى کې يې وويل : اخر رسول اکرم (ص) ما ته زر بابه علم رازده کړى،چې له هر يو يې زر نور بابونه پرانستل کېږي . يهودانو خپلې پوښتنې وکړې او حضرت علي ورته وويل : په دې شرط ځواب درکوم،چې که زما ځواب د تورات له مخې و؛نو ټول به ايمان راوړئ،چې بيا حضرت علي د ټولو ځواب ورکړ، چې موږ د لنډيز لپاره نه دي راوړي . 

حضرت علي ته د حضرت عثمان او معاويه بن ابوسفيان مراجعات

( امام انس بن مالک؛موطاء : باب طلاق مريض :٣٦ مخ ) په خپل سند له محمد بن يحيى بن حبان روايتوي،چې وايي : نيکه مې دوه ښځې درلودې،چې يوه يې هاشمي او بله يې انصاري وه؛ انصاري ته يې طلاق ورکړ حال داچې شيدې يې ورکولې او تر يو کال وروسته په خپله مړ شو. دې ښځې يې ادعا وکړه،چې زه يې اوس هم ښځه يم؛ځکه تر اوسه مې لا حيض نه دى راغلى،چې دې دواړو ښځو خپل شکايت حضرت عثمان ته يووړ، چې حضرت عثمان حکم وکړ : په ارث کې يې برخه ده، چې هاشمي ښځې ملامته کړ او ورته يې وويل : دا څنګه حکم دې وکړ. حضرت عثمان ورته وويل : ما دې د تره له زوى علي بن ابيطالب پوښتنه وکړه او هغه داسې حکم کړى دى .

دا روايت ( بيهقي؛ سنن :اووم ټوک،٤١٩ مخ ) ، ( شافعي؛مسند : د عدد کتاب : ١٧١ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :اتم ټوک،لومړى قسم، ٢٠٤ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب :دويم ټوک،٧٦٤ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٩٧ مخ ) او محب طبري يې په پاى کې راوړي : حضرت عثمان وويل: زه په دې مسله نه پوهېږم او خپله شخړه مو حضرت علي ته يوسئ . حضرت علي ورته وويل : د رسول اکرم (ص) د منبر تر غاړې قسم وخوره، چې په دې موده کې يې درې ځل حيض نه دى راغلى . ښځې هم قسم وخوړ او له هغه بلې ښځې سره په ميراث کې شريکه شوه .

( امام انس بن مالک؛موطاء : د حدود کتاب :١٧٦ مخ ) يو روايت نقل کړى،چې يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزيږاوه،چې خبره يې  حضرت عثمان ته راوړه او هغه هم حضرت علي ته ورلېږل،چې دې ته ورته کيسه مو د حضرت عمر په مراجعاتو کې هم وکړه؛خو په دومره توپير، چې حضرت عثمان وويل : ولاړشئ او ښځه راولئ؛خو د سنګسار حکم يې و نه کړ؛خو اوبه له ورخه تېرې وې . 

 دا روايت بيهقي هم د سنن د اووم ټوک په ٤٤٢ مخ کې له مالک نقل کړى دى .

سيوطي په درالمنثور کې د (وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا) د آيت په تفسير کې دې روايت ته ورته يوه بله کيسه نقل کړې،چې د جهينيه د ټبر يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزېږواه،چې د حضرت علي ځواب ورته هماغه و،چې په دوو تېرو روايتونو کې ورته اشاره وشوه؛نو د لنډيز لپاره مو دلته نه دى راوړى  او بيا همدا کيسه ابن جرير د خپل تفسير د پينځه ويشتم ټوک په ٦١ مخ کې نقل کړې ده .

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،١٠٠ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن حارث نوفل هاشمي روايتوي،چې وايي : پلار ته مې حضرت عثمان د مکې د کومې چارې واک ورکړى و او حضرت عثمان،چې مکې ته راغى؛نو زه او پلار مې د حارث ليدو او ستړو مه شو ته ورغلو او په قديد کې کوز شو؛ځکه حضرت عثمان هلته اړولې وه او د سيمې خلکو ورته سيسۍ ښکار کړې وې؛نو هغه مو ورته قورمه پوخ کړ ورته مو يووړ،چې د حضرت عثمان يارانو يې له خوړو ډډه وکړه،چې موږ محرم يو او د احرام په حال کې نشو کړاى د ښکار غوښه وخورو.حضرت عثمان وويل: موږ خو څه په خپله ښکار نه دى کړى؛بلکې اهل حل _ څوک چې محرم نه وو_ښکار کړى دى او موږ ته يې راکوي او دا خو پروا نه لري او چا ويل چې پروا لري ؟ عبدالله بن حارث وايي : ته به  وايې،چې همدا اوس يې وينم چې حضرت علي راروان دى او خپل لاسونه يې له هغو وښو څنډل،چې څارويو ته يې اچولي وو . حضرت عثمان وويل : هغه ښکار،دى چې اهل حل کړى موږ خو امر هم نه دى کړى،چې ښکار وکړئ او ورته مو نه دي ښوولي،چې هغه ښکار کړه؛ ځکه په احرام کې څوک نشي کړاى،چې څه وښيي چې ښکار يې کړه او موږ خو د دوى مېلمانه يو؛نو دا خو څه پروا نه لري . حضرت علي غوسه شو او ويې ويل : زه ناستو کسانو ته پر خداى قسم ورکوم،چې پاڅئ او شهادت ورکړئ،چې رسول اکرم ته يې د ښکار د غوښې پنډۍ راوړه او رسول اکرم وويل :  اهل حل ته يې ورکړئ؛ځکه  په احرام کې و؛نو ځکه يې و نه خوړه،چې بيا دولس کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې رسول اکرم هغه غوښه و نه خوړه . حضرت علي بيا وويل :تاسې ته قسم درکوم،چې شهادت ورکړئ،چې رسول اکرم ته يې د احرام په حال کې د فیلمرغ غوښه راوړه،چې و يې ويل :موږ محرم يو او اهل حل ته يې ورکړئ . چې بيا تر دولس کسانو لږ  پاڅېدل او شهادت يې ورکړ . بيا حضرت عثمان هغه خواړه و نه خوړل او خپلې کېږدۍ ته ننووت او خواړه يې اهل حل ته ورکړل .

دا روايت احمد بن حنبل هم له دوو لارو په لنډه راوړى او طحاوي هم د معاني الاثار د شرح د حج د کتاب په ٣٨٦ مخ کې په لنډه راوړى، متقي هم د کنزالعمال د درېم ټوک په ٥٣ مخ کې راوړى او وايي : ابن جرير او ابويعلي نقل کړى او همداراز هيثمي د مجمع د درېم ټوک په ٢٢٩ مخ کې راوړى او احمد،ابويعلي او بزار ته يې نسبت ورکړى دى .

( امام انس بن مالک؛موطاء :د قضا کتاب :١٢٦ مخ ) په خپل سند له  حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې د شام يو اوسېدونکى،چې نوم يې ابن خيبري و،خپله ښځه يې له پردي سړي سره وليده او ښځه او که دواړه يې ووژل . خبره معاوية بن ابوسفيان ته راورسېده،چې څنګه د سړي، ښځې او مېړه او کورنيو تر منځ شخړه هواره کړي؛نو حضرت ابو موسى اشعري ته يې ليک وليک،چې ولاړ شه او له حضرت علي ددې ستونزې هوارى وپوښته. حضرت ابوموسى اشعري هم له حضرت علي پوښتنه وکړه . حضرت علي ورته وويل :دا پېښه د حکومت په واک کې نه ده او بايد ووايې، چې چېرته شوې ده ؟ حضرت ابوموسى ورته پوره کيسه وکړه،چې معاويه راته ليکلي چې له تا وپوښتم . حضرت علي ورته وويل : که څلور شاهدان يې راوستل؛خو سمه ده؛ګنې نو بايد د قصاص لپاره ونيول شي . 

دا روايت ( بيهقي؛سنن :اتم ټوک،٢٣٠ مخ له يوې لارې او په ٢٣٧ مخ کې له بلې لارې او د دويم ټوک په١٤٧ مخ کې له بلې لارې  ) ، (شافعي؛مسند :دالجائز الحدود کتاب ، ٢٠٤ مخ ) او ( متقي؛ کنزالعمال : اووم ټوک،٣٠٠ مخ ) کې هم نقل کړى دى .

( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٣ مخ ) وايي : معاوية بن ابوسفيان به چې په هره ستونزه کې راګېر شو؛نو په ليک کې به يې هوارى له حضرت علي غوښته او معاويه،چې واورېدل،چې حضرت علي يې وواژه؛نو ويې ويل: فقه او علم يې وواژه . د معاويه ورور عتبه،چې دا خبره واورېده؛ معاويه ته يې وويل : پام کوه څوک دې دا خبره وا نه وري. معاويه ورته وويل: درومه خپل کار دې کړه .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢١ مخ ) له شعبي روايتوي،چې وايي : حضرت علي وويل : شکر د خداى چې زموږ دښمن يې موږ ته اړين کړ،چې په دين کې هر ستونزه لري؛نو له ما يې پوښتي او همدا اوس راته معاويه د نرښځي د ميراث په اړه   ليک رااستولى او ما يې هم ځواب ورکړ،چې د عورت له مخې ورته ميراث ورکړه،چې که عورت يې د سړي و؛نو د سړي ميراث ورکړه او که عورت يې د ښځې و؛نو د ښځې ميراث ورکړه.

( مناوي؛فيض القدير :څلورم ټوک،٣٥٦ مخ ) په شرح کې وايي : د همزيه په شرح کې راغلي،چې معاويه بن ابي سفيان به په ستونزه کې راګېر شو؛نو د هواري غوښتنه به يې له حضرت علي کوله او حضرت علي هم ورته ستونزه هواروله،چې د حضرت علي يو زوى وويل : ولې د ښمن ته لارښوونه کوې ؟ حضرت علي  وويل : دا موږ ته بس نه ده،چې خداى راته اړ کړى دى او موږ پوښتي ؟  

( کنزالعمال :درېم ټوک،١٨٠ مخ ) له ابي الوضين روايتوي،چې يو سړي د يو شامي پر لور مرکه وکړه؛ البته پر هغه لور،چې له ازادې ښځې يې وه او د لور پلار د وينځې لور سينګار او د زوم کور ته يې ولېږله، زوم،چې د واده پر ړومبۍ شپه کوټې ته ولاړ؛ نو ناوې يې وپوښتله: د چا لور يې ؟ ناوې ورته وويل : د پلانۍ لور_؛يعنې د وينځې لور _ زوم وويل :د پلانۍ پر لور چې يې له ازادې ښځې شوې وه، مې مرکه کړې وه . خبره يې معاويه بن ابوسفيان ته وکړه . معاويه ورته وويل : څه پروا کوي،چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پر ځاى درکړې ده او بيا يې له خپلو شاوخوا کسانو وپوښتل : ددې مسلې حل څه دى؟ هغوى هم ورته د معاويه خبره وکړه او ويې ويل : څه پروا کوي،چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پر ځاى درکړې ده . زوم غوښتنه وکړه،چې مسئله حضرت علي ته ولېږئ او معاويه هم حضرت علي ته ولېږله . حضرت علي څه له ځمکې راپورته کړل او ويې ويل :  ددې خبرې حل ددې څيز د راوچتولو هومره اسان دى او ويې ويل : کوم جهيز يې،چې دې ښځې ته ورکړې،ددې ښځې شو؛ځکه  کوروالى دې ورسره کړى او پلار يې بايد هماغومره جهيز هغه بلې لور ته چمتو کړي او ددې ښځې عده،چې پاى ته ورسېده؛هغه بله لور دې ستا کور ته راولېږي . بيا راوي وايي : تر کومه مې چې يادېږي حضرت علي د نجلۍ پلار پر کوړو وواهه او که غوښتل يې،چې و يې وهي. بيا وايي :دا روايت ابن ابي شيبه هم روايت  کړى دى . 

 ( کنزالعمال : درېم ټوک،١٨١ مخ ) له حجار بن ابحر روايتوي،چې وايي : له معاويه سره ناست وم،چې دوه سړي راغلل،چې د يو جوړ جامو پر سر يې شخړه وه او يو يې وويل : دا جامه زما او شهود يې راوستل او هغه بل وويل : دا جامه ما په خپله له يو ناپېژندګلو سړي اخستې ده . معاويه وويل : کاشکې علي بن ابيطالب و،چې دا ستونزه يې هواره کړې واى . ما ورته وويل : زه وم،چې دې ته ورته شخړه يې حضرت علي ته راوړه ؟ پوښتنه يې وکړه : نو هغه څه وکړل؟ ومې ويل : حق يې هغه ته ورکړ،چې د شهودو اقامه يې کړې وه او بل ته يې وويل: تا خپل مال ضايع کړى دى.

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٥ مخ ) له ابي حازم روايتوي،چې يو سړي معاويه بن ابي سفيان ته راغى او له هغه يې د يوې مسئلې پوښتنه وکړه او داچې له معاويه سره يې ځواب نه  و؛نو ورته يې  وويل: ولاړ شه او له حضرت علي يې وپوښته.سړي ورته وويل : ستا ځواب مې ډېر خوښ دى.معاويه : څومره ناوړه خبره دې وکړه ! آيا هغه سړي ته له تګه کرکه کوې،چې رسول اکرم پر علم موړ کړى و؛هغه سړى،چې رسول اکرم يې په اړه  ويلي وو : (( ته ما ته داسې يې ؛لکه هارون چې موسى ته و؛خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته پېغمبر نه راځي)) هغه سړى،چې  حضرت عمر بن خطاب به په کومه ستونزه کې راګېر شو؛نو  حضرت علي ته به يې مراجعه کوله .

 محب طبري وايي :دا روايت احمد هم په مناقب کې راوړى دى .

( مناوي؛فيض القدير:درېم ټوک،٤٦ مخ ) له کلا بازي راويت کوي، چې يو سړي له معاويه بن ابي سفيان يوه مسله وپوښتله.معاويه ورته وويل : له حضرت علي يې وپوښته،چې تر ما اعلم دى . سړي ورته وويل : زه ستا ځواب غواړم. معاويه ورته وويل : پر ځان ووېرېږه،چې له هغه سړي ډډه کوې،چې رسول اکرم پر علم موړ کړى و؛هغه سړى،چې حضرت عمر به په ستونزه کې ګېر شو؛نو حضرت علي به يې پوښته او يوه ورځ يو سړى حضرت عمر ته راغى او پوښتنه يې ترې وکړه،چې عمر (رض) ورته وويل : حضرت علي دلته دى،چې سړي ورته وويل : له تا يې ځواب غواړم . حضرت عمر وويل : پاڅه خداى دې پښې شلې کړه او حکم يې وکړ،چې نوم يې له دېوانه پاک کړئ .

دې روايت ته ورته يو بل روايت په فتح الباري فى شرح البخاري ( اولسم ټوک،٥٠ مخ ) له اسماعيل بن ابي خالد له قيس بن ابي حازم نقل کړى دى .

( صحيح مسلم د طهارت کتاب : پر موزې د مسحې باب ) په خپل سند له حکم بن عتيبه له قاسم بن مخيمره له شرح بن هاني روايتوي،چې عايشې بي بي ته ولاړم او پر موزې د مسحې په اړه مې ترې پوښتنه وکړه،چې راته يې وويل : ولاړ شه او د ابيطالب له زوى پوښتنه وکړه .

دا روايت مسلم له دوو نورو لارو،نسائي په صحيح ( لومړى ټوک،٣٢ مخ ) ، ( ابن ماجه؛ صحيح :٤٢ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند : لومړى ټوک :٩٦،١٠٠،١١٣،١١٧،١٢٠،١٣٣،١٤٦،١٤٩ او د شپږم ټوک په ١١٠ مخ ) ، ( ابوداود طيالسي؛مسند :لومړى ټوک،١٥ مخ ) ، ( بيهقي؛ سنن :لومړى ټوک،٢٧٢ مخ له دوو لارو او په ٢٧٧ مخ کې له درېمې لارې ) ، ( ابونعيم؛حلية :لومړى ټوک،٨٣ مخ ) ، ( خطيب بغدادي :د بغداد تاريخ :يوولسم ټوک،٢٤٦ مخ ) ، ( طحاوي؛شرح معاني الاثار : د طهارت کتاب :٤٩ مخ او له  بلې  لارې په ٥٠ مخ ) ، (ابوحنيفه؛مسند :١٢٩ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :پينځم ټوک،١٤٧ مخ ) او د هغه د وينا له مخې حميدي، سعيد بن منصور، عبدالرزاق، ابن ابي شيبه، احمد بن حنبل، عدني، دارمي، ابن حزيمه او ابن حبان هم نقل کړى دى .

( فتح الباري؛شپاړسم ټوک،١٦٨ مخ ) له ابن ابي شيبه په ډېر ښه او صحيح سند له عبدالرحمن بن ابزي روايتوي،چې و ايي : د جمل د جګړې پر ورځ  حضرت عبدالله بن بديل بن ورقاء خزاعي ځان عايشې بي بي ته ورساوه او تر اوسه لا عايشه بي بي په خپله کجاوه کې وه او ورته يې وويل : يادېږي مو چې د حضرت عثمان تر وژل کېدو وورسته درغلم او پوښتنه مو وکړه،چې تر حضرت عثمان وروسته د چا خلافت ته غاړه کېږدو؟ تا راته وويل : د حضرت علي خلافت ته . عايشه بي بي چوپ شوه او څه يې و نه ويل. بيا يې د هغې د ورور محمد (رض) په مرسته اوښ وتاړه او حضرت علي ته مو راوسته. حضرت علي حکم وکړ،چې ځانګړى کور ورکړئ .

( سننن بيهقي؛پينځم ټوک،١٤٩ مخ ) په خپل سند له ابي مجلز روايتوي،چې وايي : يو سړي د حضرت عمر زوى وپوښته،چې په رمي جمرات کې مې شک کړى، آيا اوه وارې مې رجم وکړ او که شپږ وارې؛نو څه وکړم ؟ و يې ويل : بايد علي بن ابيطالب وپوښتې.

 

 

خوشال بابا وايي :

چې په دوى به يې بخښل شي پاک ناپاک

بل سړى نه دى صاحـــــــــب دى دلولاک [41]

 

 

حضرت علي د جنت او دوزخ ايشونکى دى

( صواعق محرقه : ٧٥ مخ ) وايي : دارقطني په خپل سند نقل کړي، چې حضرت علي له هغه شپږو کسانو سره اوږدې خبرې وکړې،چې حضرت عمر ورته شورا ورسپارلې وه،چې ځينې يې  دادي : پر خداى مو په تاسې کې داسې څوک شته،چې رسول اکرم به ورته ويلي وي : ته د قيامت پر ورځ د جنت او دوزخ ايشونکى يې ؟ نه زه ؟ ټولو وويل: پر خداى چې داسې څوک راکې نشته .

 له امام رضا روايت شوى،چې وايي : علي ! ته د اور او جنت ايشونکى يې او د قيامت پر ورځ به ته يې،چې اور ته به وايې : دا ستا او دا زما .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٢ مخ ) د حضرت علي د خولې وينا داسې راخستې : زه د اور ويشونکى يم .

 دا حديث شاذان فضيلي هم په ردالشمس کې او کنوزالحقايق هم په ٩٢ مخ کې دې ورته يو بل روايت نقل کړى او ديلمي ته يې نسبت ورکړى دى .

له پل صراطه د تېرېدو لپاره د حضرت علي اجازه په کار ده

( د بغداد تاريخ : لسم ټوک،٣٥٦ مخ ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې کله حضرت ابوبکر د مرګ په بستره کې څملاست؛نو څه خبرې يې وکړې _ تردې چې و يې ويل : _ ما د خداى له استازي واورېدل،چې ويل يې : د جنت پر صراط _ خطرناکه _ عقبه ده، چې هېڅ څوک به هم ترې وا نه وړي؛خو د علي په اجازه _ يا جواز _ تر دې چې وايي : او همداراز مې واورېدل،چې  رسول اکرم حضرت علي ته وويل :علي ! زه خاتم الانبياء او ته خاتم الاولياء يې .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٢ مخ ) له حضرت علي روايتوي، چې وايي : رسول اکرم وويل : چې کله د قيامت پر ورځ ړومبني او وروستي خلايق راټول شي او پر دوزخ پول ولګوي؛نو هېڅ څوک به ترې وا نه وړي؛خو دا چې له تا برائت ولري؛يعنې په دنيا کې ستا ولايت ورسره وي.

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٢ مخ ) له حضرت قيس بن حازم روايتوي،چې وايي : حضرت علي له حضرت ابوبکر سره پر لار يو ځاى شو،چې حضرت ابوبکر ورته موسکى شو،و يې ويل :د خداى له استازي مې واورېدل،چې ويل يې : هېڅ څوک به له پل صراطه تېر نشي؛خو داچې د علي جواز ورسره وي .

 دا حديث ابن سمان هم د ( موافقت ) په کتاب کې نقل کړى دى .

خوشحال بابا  وايي:

 

                       که خلاف يې د اصحاب په مينځ کې وشي

                       د مفهوم کار هغو زده چې مفــــــــــهوم دى

                       چې په جنګ د علي له لور يـــــــــه ومړل

                       پرهغوى باندې ګواهي له چې مرحوم دى [42]

حضرت علي او لارويان يې د جنت آيتونه او مخالفين يې د دوزخ آيتونه دي

( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک،٤٠٥ مخ ) له حضرت عمرو بن حمق روايتوي،چې وايي : رسول اکرم جګړې ته سريه ولېږله ( د نور مطالبو تر ويلو وروسته يې وويل : ) ما هغه مهال د رسول اکرم پر لور مهاجرت وکړ او په دې ترڅ کې،چې له پېغمبر اکرم سره وم،ما ته يې وويل : عمرو ! غواړې د جنت آيت دروښيم،چې په دې دنيا کې په خلکو کې خواړه خوري، اوبه څښکي او په بازارونو کې ګرځي ؟ ورته مې وويل : ولې نه ! پېغمبر اکرم وويل : دادى او قوم يې او علي بن ابيطالب ته يې اشاره وکړه او ويې ويل: عمرو ! غواړې د دوزخ آيت دروښـيم،چې همدا اوس په دنيا کې خواړه خوري، اوبه څښکي او په بازارونو کې ګرځي ؟ ورته مې وويل : را ويې ښيه! پېغمبراکرم وويل : دا او قوم يې دى،چې د اور آيت دى او داسې سړي ته يې اشاره وکړه،چې ما و نه پېژنده او د رسول اکرم تر مړينې وروسته،چې فتنه راولاړه شوه؛نو د رسول اکرم خبره راياده شوه او د دوزخ له آيته د جنت آيت ته وروتښتېدم _ تردې چې وايي : _ پر خداى قسم که د ډبرې په ګېډه کې پټ شم؛نو بني اميه به مې راوباسي او مړ به مې کړي؛ځکه  حبيب مې رسول الله راته ويلي ول، چې ستا سر په اسلام کې ړومبى سر دى،چې په نېزه به پورته کړاى شي او په ښارونو کې به وګرځول شي .

( کنزالعمال : اووم ټوک،٦٣ مخ ) له اجلح بن عبدالله کندي او همداراز (کنزالعمال : اووم ټوک،٦٣ مخ ) دوه روايتونه نقل کړي،چې دويم يې له حضرت عبدالله بن رافع نقل کړى،چې وايي : معاويه بن ابي سفيان د حضرت عمرو بن حمق په لټه کې شو،چې و يې وژني . حضرت عمرو د جزيرې پر لور وتښتېد او حضرت زاهر د حضرت علي يو بل یار يې هم له ځان سره يووړ، چې د شپې په دښته کې مار وچيچه او بدن يې وپړسېد او خپل ملګري زاهر ته يې وويل : له ما لرې شه؛ ځکه له خپل خليل رسول الله مې واورېدل،چې و يې ويل : پيريان او انسانان دواړه به ستا په وينه کې ګډون کوي؛نو نن پېري خپل کار وکړ او د همدې وينا په ترڅ کې ول، چې له وريه پر اسونو سپور لښکر راغى؛نو حضرت عمرو پوه شو،چې هماغه د معاويه بن ابي سفيان لښکر دى؛نو  حضرت زاهر ته يې وويل : ته پټ شه او کله يې چې زه ووژلم او سر له يې تنې راته غوڅ کړ؛نو ته مې تنه ښحه کړه. حضرت زاهر وويل : ولې داسې وکړم؟بلکې داسې به وکړم چې خپل غشي به راوباسم او ورسره به وجنګېږم؛ نو کله مې چې غشي خلاص شول؛نو له تا سره به مې يو ځاى ووژني . حضرت عمرو ورته وويل: نه ! داسې سمه نه ده او ته ځان وژغوره او زه توښه لرم،در به يې کړم او وروسته به دې په کار راشي او هغه دا حديث دى،چې له ما يې واوره _ او نورو ته يې ورسوه : د جنت آيت محمد رسول الله او نښانه يې علي بن ابيطالب دى. بيا حضرت زاهر ځان پټ کړ او دښمنان راورسېدل،چې يو پکې غنم رنګى سړى و،چې راکوز شو او د حضرت عمرو سر يې له تنې غوڅ کړ او په نېزه يې کړ او دا ړومبى سر و،چې په اسلام کې پر نېزه شو . وروسته تر دې،چې  د معاويه بن ابي سفيان لښکر ولاړ؛نو حضرت زاهر له خپل پټ ځايه راووت او د  حضرت عمرو تنه يې ښخه کړه . 

( حلية الاولياء: څلورم ټوک،٣٢٩ مخ ) په خپل سند له شعبي ، ( د بغداد تاريخ: دولسم ټوک،٣٥٨ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري له ام سلمه بي بي ، ( هيثمي؛مجمع : لسم ټوک، ٢١ مخ ) له ام سلمه بي بي  او د نهم ټوک په ١٧٣ مخ کې له حضرت ابي هريرة ، (صواعق محرقه : ٩٦ مخ ) د احمد له مناقب ، ( کنزالعمال : دويم ټوک،٢١٨ مخ ) ټولو روايتونه نقل کړي،چې د ټولو مضمون يو دى او نچوړ يې دادى،چې حضرت علي او لارويان يې جنتيان دي او موږ وروستى روايت راخستى،چې پېغمبر اکرم وويل : علي ! زه ، ته ، حسن، حسين او زموږ ځوځات به موږ پسې او زموږ مېرمنې زموږ په ځوځات پسې له ښي اړخه او لارويان به مو له کيڼ اړخه جنت ته ورننوځو.   

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٣ مخ ) او د هغه د وينا له مخې، بيهقي د فضائل الصحابه په کتاب کې او ديلمي د الفردوس په کتاب کې له حضرت انس روايتوي،چې رسول اکرم وويل : علي بن ابيطالب به په جنت کې د هغه د اهل لپاره د سهار د ستوري په څېر وځلېږي .

 دا روايت يې په ١٥٥ مخ کې هم نقل کړى او حاکم ته يې په تاريخ کې،بيهقي ته يې په فضائل الصحابه کې، ديلمي او ابن جوزي ته يې نسبت ورکړى دى .مناوي هم د فيض القدير او د حديث نورو ائمو هم نقل کړى دى .

رسول اکرم د قرآن د تنزيل لپاره وجنګېد او حضرت علي به يې د تاويل لپاره جنګېږي

( خصايص نسائي : ٤٠ مخ ) له حضرت ابي سعيد خدري ،( حاکم، مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٢ مخ ) له دوو لارو له ابي سعيد خدري ، ( امام احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک، ٣٣مخ ) له ابي سعيد او د درېم ټوک په ٨٢ مخ کې له دوو لارو ، ( ابونعيم؛حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٧ مخ ) له ابي سعيد ، ( ابن اثير؛ اسدالغابه :درېم ټوک،٢٨٢ مخ ) له سرى بن اسماعيل له عامر شعبي له عبدالرحمان بن بشير او د څلورم ټوک په ٣٢ مخ کې، ( ابن حجر؛ اصابه : لومړى ټوک،لومړى قسم،٢٢ مخ ) له اخضر بن ابي الاخضر او همداراز د څلورم ټوک د لومړي قسم په ١٥٢ مخ کې له باوردي او ابن منده د سيف بن محمد له لارې روايتونه نقل کړي چې ناقلان يې وايي : رسول اکرم ته په تمه وو،چې راغى، ټول يو ځاى لمانځه ته ولاړو، څو ګامه مخکې نه وو تللي،چې پڼه يې وشلېده، حضرت علي ته يې د ګنډلو لپاره ورکړ،چې حضرت علي وروسته پاتې شو او پېغمبر اکرم د خطبو پر ويلو لګيا شو،و يې ويل : په تاسې کې داسې څوک شته،چې د قرآن د تاويل لپاره به وجنګېږي؛لکه چې زه د قرآن د تنزيل لپاره وجنګېدم؛نو موږ ټولو چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر هم راکې ول،سرونه راپورته کړل،چې کېداى شي مطلب يې موږ يو؛خو رسول اکرم وويل : نه په تاسې کې يو هم نه دى او هغه دى،چې له موږ شاته پاتې شوى،چې زموږ پڼې وګنډي، دا زېرى مو چې پر حضرت علي وکړ، چې رسول اکرم ستا په اړه  داسې وويل؛نو ډېره خوشحالي يې څرګنده نه کړه؛ ګواکې رسول اکرم ورته پخوا ويلي وو . 

( استيعاب : دويم ټوک،٤٢٣ مخ ) وايي : له حضرت اعمش له ابي عبدالرحمان سلمي روايت شوى،چې وايي : د صفين په جګړه کې له حضرت علي سره وو،چې حضرت عمار ياسر به چې هر لوري ته تله؛ نو ټول اصحاب به هم ورپسې تلل، ته وا حضرت عمار يې بېرغ و او پر هماغه مهال يې هاشم بن عتبه ته وويل : هاشمه ! ددې تورو له پړکاره ځان جنت ته ننباسه،چې نن به  زه هم خپل دوستان؛يعنې محمد (ص) او ګوند يې ووينم؛ پر خداى قسم،که موږ ته ماتې راکړي او د هجر تر کجورو مو _ ګواکې په مدينه يا کوفه کې کومه سيمه ده _ وځغلوي؛نو بيا به هم ډاډ ولرم، چې هغوى پر باطله او موږ پر حقه يو او بيا يې شعرونه وويل،چې خلک يې پوه کړل،چې د صفين جګړه هماغه د رسول اکرم وينا ده،چې حضرت علي ته يې ويلي ول،چې د قرآن د تاويل پر سر به جنګېږې :

نحــن ضربناکم على تنزيله     فاليم نضربکم على تاويله

ضربـاً يزيل الهام من مقيله    و يذهل الخليل عن خليله

او يرجع الحق الى سبيله

يعنې موږ وو،چې په بدر، احد او احزاب کې مو درسره د قرآن پر تنزيل جګړه کوله او نن يې د تاويل په پار تاسې وهو،هغه وهل، چې يا سرونه له خپل ځايه ونړېږي او هر ملګرى خپل ملګرى له ياده وباسي او يا داچې حق خپل بهير ته راستون شي .

( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٥،٣٩٠،٣٩١ مخ په دې اړه  روايتونه راوړي،چې په منځني کې يې له حضرت ابي ذر غفاري نقل، کړي چې وايي : د خداى له استازي سره په بقيع الرقد (په مدينه منوره کې د يوې هديرې نوم دى) کې وو،چې ويې ويل : قسم پر هغه خداى،چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چې په تاسې کې يو سړى دى،چې د قرآن د تاويل پر سر به جنګېږي؛لکه څنګه چې زه له مشرکينو سره د قرآن  د تنزيل لپاره جنګېدم او داچې جګړه يې د (( لا اله الا الله )) له ويونکى سره ده؛نو خلکو ته به ډېره ګرانه وي او د خداى له ولي به سرغړونه کوي،چې ولې مسلمانان وژنې او دا کړه به يې ناوړه وګڼي؛لکه څنګه حضرت موسى د حضرت خضر کړه ناوړه وګڼل، چې د خلکو بېړۍ يې سورۍ او يو ماشوم يې وواژه او له هغو خلکو يې دېوال جوړ کړ چې خواړه يې نه وو ورکړي حال داچې د د بېړۍ سوري کول، د ماشوم وژل او د دېوال جوړول د خداى د رضا لپاره وو او د موسى خوښ نشو.

دا روايت ديلمي هم نقل کړى او د کنزالعمال د وينا له مخې،درېم روايت ابن ابي شيبه، احمد بن حنبل په خپل مسند کې، ابونعيم په حلية، ابويعلي په مسند، ابن حبان په صحيح، حاکم په مستدرک، ابونعيم په حلية، او سعيد بن منصور په خپل سنن کې هم نقل کړى دى .

(رياض النضره : دويم ټوک ،١٦٧ مخ ) او د هغه د وينا له مخې،احمد په مناقب،متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٤ مخ کې او د هغه د وينا له مخې،ابويعلي او بوصيري له حضرت علي روايت کړى،چې وايي : پېغمبر اکرم زما په لټه کې و،چې زه يې په يو بڼ کې ويده وموندم،چې پر پښه يې ووهلم او ويې ويل : پاڅه چې خوشحاله دې کړم؛ته مې ورور،د زامنو پلار، ته به زما د سنت په پار وژنه کوې،څوک چې زما پر ژوند ومري؛نو د جنت په يوه ګوټ کې به وي او څوک چې ستا پر ژوندون ومري؛نو اجل به يې رارسېدلى وي او که څوک ستا تر مړينې وروسته ستا په مينه ومري؛نو خداى به يې د عمر د پاى ايمان په امنيت کې کړي  او دا حکم به تر هغه وي،چې لمر راخېژي او ډوبېږي .

 

رسول الله(ص)، حضرت علي ته د ناکثينو،قاسطينواو مارقينو د وژلو دنده ورکړې وه

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٩ مخ ) په خپل سند له عقاب بن ثعلبه له حضرت ابو ايوب انصاري روايتوي،چې د حضرت عمر بن خطاب د خلافت پر مهال يې وويل : رسول اکرم حضرت علي بن ابيطالب ته دنده ورکړه،چې قاسطين،مارقين او ناکثين به وژنې .

او همداراز ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٣٩ مخ ) له اصبغ بن نباته له حضرت ابوابوب انصاري روايتوي،چې وايي : د خداى له استازي مې واورېدل،چې حضرت علي بن ابيطالب ته يې ويل : ((  ته به له ناکثينو سره په طرقات، له قاسطينو سره په نهروانات او له مارقينو سره د کجورو په پاڼو کې جنګېږې . )) حضرت ابو ايوب وايي : ورته مو وويل: رسول الله ! هغه مهال موږ ته د چا پلوي په کار ده . رسول اکرم (ص) وويل : د علي بن ابيطالب .

 (د بغداد تاريخ: اتم ټوک،٣٤٠ مخ ) په خپل سند له خليد عصري روايتوي،چې وايي : د نهروان په جګړه کې مې له حضرت علي واورېدل،چې و يې ويل : رسول اکرم دنده راکړې چې له ناکثينو،قاسطينو او مارقينو سره وجنګېږم.

( د بغداد تاريخ : ديارلسم ټوک،١٨٦ مخ ) په خپل سند له علقمه او اسود روايتوي،چې ويلي يې دي : حضرت ابوايوب انصاري،چې د صفين له جګړې راستون شو؛نو ليدو ته يې ورغلم او ورته مو وويل : ابو ايوبه ! پر خداى ګران وې،محمد رسول  الله (ص)،چې مدينې ته راغى؛نو په کور کې دې مېشت شو او اوښ يې هم راغى او ستا د کور مخې ته ودرېد او رسول اکرم ته به چې خلکو څومره ټينګار هم کاوه؛نو رسول اکرم (ص) به ويل: خداى راته ويلي،چې چېرې دې اوښه ودرېده؛نو هلته به مېشت شم، چې د رسول اکرم اوښه ستا د کور مخې ته کېناسته؛نو آيا سره له دې دومره وياړنو او فضيلتونو درته په کار ول، چې توره راواخلې او د  (( لا اله الا الله ) _ د معاويه لښکر _( پر ويونکيو يې راوباسې او ورسره وجنګېږې ؟ حضرت ابوايوب وويل : هېڅکله لارښـود خپلو لارويانو ته دروغ نه وايي؛رسول اکرم (ص) دنده راکړې،چې د حضرت علي په پلوۍ له درې ډلو سره وجنګېږو؛يو يې ناکثين، يو يې قاسطين او بل يې مارقين او مارقين حضرت طلحه، حضرت زبير او لښـکر يې دى،چې له حضرت علي (ک) سره يې کړى بيعت مات کړ او د جمل جګړه يې پيل کړه او قاسطين همدوى ول،چې له جګړې يې راستنېږم _ يعنې معاويه او عمرو عاص چې د صفين جګړه يې پيل کړه؛خو پر خداى قسم،چې تر اوسه خبر نه يم،چې مارقين څوک دي او کله به ورسره جنګېږو . رسول اکرم (ص) وويل : (( د سعيفات، نخيلات او نهروان اصحاب دي،چې انشاءالله ورسره به جنګېږو . ))  بيا يې وويل : ما په خپله د خداى له استازي اورېدلي،چې حضرت عمار ياسر ته يې وويل : (( له دينه وتلې، ياغي او ظالمه ډله به دې وژني او پر هغه ورځ ته له حق او حق له تا سره دى ، عمار ياسره ! چې ګورې علي پر يوه او خلک پر بله دي؛ نو په علي پسې ځه،چې هغه به مو له هدايته بې لارې نه کړي او هلاکت ته به مو بو نه ځي . عماره ! څوک چې په يوه توره له علي سره مرسته وکړي؛نو خداى به د قيامت پرورځ دوه تورې ورسره وکړي او څوک چې توره د علي پر خلاف او له دښمن سره يې وکاروي؛نو خداى به د قيامت پر ورځ له اوره دوه تورې ورباندې کړي . علقمه ! دومره وينا درته بس نه ده؛ خداى دې وبښه !همدومره درته بس دى ، خداى دې وبښه .

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٥ مخ ) هم نقل کړى او ديلمي ته يې نسبت ورکړى دى .

( اسدالغابه : څلورم ټوک،٣٢ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي،چې وايي : رسول الله (ص) راته د ناکثينو، مارقينو او قاسطينو د وژلو دنده راکړه . پوښتنه مو وکړه : د خداى استازيه ! ددې درېو ډلو د وژلو دنده خو دې راکړه؛خو هغه مهال د چا پلوي شو ؟ و يې ويل : ((  له علي بن ابيطالب سره،چې عمار ياسر به يې هم په پلوۍ وژل کېږي . ))

( اسدالغابه : څلورم ټوک، ٣٣ مخ ) په خپل سند له مخنف بن سليم روايتوي،چې وايي : له حضرت ابوايوب انصاري سره وو،چې ورته مو وويل : په همدې توره دې د رسول اکرم (ص) په پلوۍ مشرکان ووژل او نن پرې مسلمانان وژنې ؟ ويې يل : رسول اکرم د ناکثينو، مارقينو او قاسطينو د وژلو دنده راکړې ده .

 دا روايت د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٨٨ مخ کې راغلى او په پاى کې يې راغلي دي : زه له ناکثانو او قاسطانو سره وجنګېدم او انشاءالله ډېر ژر به له مارقينو سره هم وجنګېږم .

( اسدالغابه : څلورم ټوک، ٣٣ مخ ) او سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت د (فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُم مُّنتَقِمُونَ

) د آيت په تفسير کې له ابن مردويه د محمد بن مروان له کلبي له ابي صالح له حضرت جابر بن عبدالله له رسول الله دوه روايتونه راوړي،چې په دويمي کې راغلي : د خداى استازي (ص) وويل : دا آيت د علي بن ابيطالب په اړه  راغلى،چې تر ما وروسته به له ناکثينو، قاسطينو غچ اخلي .

 ( کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٢ مخ ) له علي بن ربيعه روايتوي،چې وايي: حضرت علي پر منبر ناست و،چې  سړي وپوښت: ولې دومره وينې تويوې او د خپل اوښ په څېر ورسره معامله کوې؛د رسول اکرم له لوري دنده لرې که خپل شخصي نظر دې دى؟حضرت علي ورته وويل : پر خداى قسم،چې نه دروغ وايم او نه راته دروغ ويل شوي؛ نه په خپله بې لارې او نه يې بې لارې کړى يم؛بلکې هغه ژمنه ده،چې د خداى استازي راسره کړې او زيانکاره دى هغه،چې تور وتړي او رسول اکرم راسره ژمنه کړې،چې بايد تر هغه وروسته له ناکثينو، مارقينو او قاسطينو سره وجنګېږم .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٨ مخ ) له ثوري او معمر له ابي اسحاق له عاصم بن ضمرة له ابي صادق او همداراز د شپږم ټوک په ٣١٩ مخ کې له ابن مسعود،( محب طبري؛ رياض النضره : دويم ټوک،٢٤٠ مخ ) ، (کنزالعمال :شپږم ټوک،٣٩٢ مخ ) له زيد بن علي بن الحسين له پلاره له نيکه له حضرت علي او د اتم ټوک په ٢١٥ مخ کې له يحيى بن عبدالله بن حسن له پلاره ، ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،٢٣٥ مخ ) او د اووم ټوک په ٢٣٨ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې موږ يوازې د کنزالعمال د اتم ټوک په ٢١٥ مخ کې پر روايت بسيا کوو،چې په خپل سند يې له يحيى بن عبدالله بن حسن له پلاره روايتوي،چې وايي : حضرت علي پر منبر وينا کوله،چې يو سړى پاڅېد او و يې پوښتل : اميرالمؤمنينه ! – تر دې چې وايي _ د فتنې په اړه  خبر راکړه، آيا د خداى له استازي دې د هغې په اړه  پوښتنه کړې که نه ؟ حضرت علي وويل : هو! د (الم .أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ) ؛يعنې خلکو ! ايا ګومان موکړى، چې يوازې داچې ووياست ايمان مو راوړى؛نو خلاص به شئ او وبه نه ازمېيل شئ )) آيت،چې راغى؛نو پوه شوم،چې پېغمبر اکرم په موږ کې دى او نه ازمېيل کېږو او فتنه نه راځي؛نو پوښتنه مې وکړه : رسول الله ! دا کومه فتنه ده،چې خداى يې وعده درکړې ده . پېغمبراکرم (ص ) وويل : را ته يې وويل : ((  علي ! زما امت به ډېر ژر تر ما وروسته پر فتنه ککړ شي . )) ورته مې وويل : مور او پلار مې درځار! راته ووياست،چې دا څنګه فتنه او کله ده او تر تاسې وروسته زموږ دنده څه ده ؟ پېغمبر(ص) راته وويل : ډېر ژر به له ناکثانو،قاسطانو او مارقانو سره وجنګېږې او بيا يې د بېل بېل نوم راوښود .

پر حضرت علي د ظلم په اړه  د رسول الله (ص) وړاندوينه

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت قيس بن ابي حازم روايتوي،چې وايي : حضرت علي حضرت زبير ته وويل : يادېږې دې،چې موږ او تاسې د انصارو د يو ټبر په يو څپرګي کې ناست و، چې رسول اکرم  وپوښتلې : زبيره ! آيا له علي دې ښه ايسي ؟ تا ورته په ځواب کې وويل : ولې ښه نه ايسي ؟ درته يې وويل : ډېر ژر به ترې سرغړونه وکړې او توره به پرې راوباسې حال داچې ظالم به يې، حضرت زبير،چې دا واورېدل؛نو ستون شو .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٦٦ مخ ) له ابي الاسود  دئلي ، (اسدالغابه : دويم ټوک،١٩٩ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه : درېم ټوک، ٦مخ ) ، ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٣٦٧ مخ ) له دوو لارو له  ابن جرو مازني ، ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٥ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ابو يعلي،عقيلي،بيهقي د ابن عساکر دلائل ، (تهذيب التهذيب:شپږم ټوک،٣٢٥ مخ ) له عبدالسلام کوفي ، ( عسقلاني؛فتح الباري:شپاړسم ټوک،١٦٥ مخ ) ، ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٨٢ مخ ) له قتادة او په هماغه کې له ابي الاسود په دې اړه  روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې راغلي : ابي الاسود دئلي ويلي : علي او لښکر يې،چې د دښمن لښکر ته ورسېد او دوه لښکرې سره په دوو ليکو کې مخامخ شوې؛نو حضرت علي د رسول اکرم پر اس سپور،د دښمن لښکر ته مخامخ ودرېد او و يې ويل : ووياست چې زبير (رض) ما ته راشي . زبير (رض) ته يې غږ کړ؛نو حضرت علي ته چې نږدې راغى، ورته يې وويل: زبيره ! ستا دې پر خداى قسم وي،چې هغه ورځ په پلاني ځاى کې وو او پېغمبر اکرم زما او ستا په مخ کې تېر شو او تا ته يې وويل : زبيره ! علي درباندې ګران دى؟ تا ورته وويل : آيا د ترور زوى او هغه چې زما په دين کې دى؛نو راباندې به ګران نه وي ؟ او بيا رسول اکرم راته مخ کړ : علي ! زبير درباندې ګران دى ؟ ورته مې وويل : رسول الله ! د ترور زوى او هغه چې زما په دين کې دى؛نو راباندې به ګران نه وي ؟ او بيا يې درته وويل : سر خلاص کړه زبيره،چې ته به پر علي توره راباسې او ظلم به پرې کوې . زبير(رض) وويل : هو! پر خداى قسم چې راياد شول او پر هغه ورځ مې چې دا خبر د خداى له استازي واورېده؛نو راڅخه هېره شوې وه؛ پر خداى قسم،چې درسره به و نه جنګېږم. بيا حضرت زبير د لښکر تم ځاى ته ولاړ . زوى يې وايي : څه خبرې دي او څه يې وويل : حضرت علي راته د رسول اکرم هغه حديث راياد کړ،چې ما ته يې ويلي ول،چې ته به له علي سره جنګېږې حال دا چې ظالم به يې او اوس زه له هغه سره له جګړې ډډه کوم . حضرت عبدالله بن زبير خپل پلار ته وويل : اخر ته د جګړې لپاره راغلى يې . ورته يې وويل : نه ! زه راغلى يم، چې په خلکو کې سمونه وکړم او اوس ته دا کار وکړه،پرېږده،چې خداى ستا په لاس خلک اصلاح کړي . ورته يې وويل: اوس چې دې قسم خوړلى،چې ورسره و نه جنګېږې؛نو مريى دې ازاد کړه،چې هغه دلته پاتې شي او تر هغه پورې دلته وسه، چې خلک اصلاح شي. زبير (رض) خپل مريى ازاد کړ او په خپله په يو ګوټ کې ودرېد؛نو همداچې د جګړې لمبه بله شوه؛نو د خپل اس پر لور ولاړ، پرې سپور شو او د لښکر له تم ځايه لرې شو.

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٨٣ مخ ) له نذير ضبي او همداراز د شپږم ټوک: ٨٣ مخ له حضرت ابن عباس او بيا د شپږم ټوک په ٨٥ مخ کې له اسود بن قيس او ابن قتيبه څخه د الامامة والسياسة په کتاب (٦٣مخ ) کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې د وروستي نچوړ يې دادى : چې کله  حضرت علي او حضرت  زبير سره مخ شول؛نو يو بل ته ورغاړې وتل، پر ژړا شول او حضرت علي ورته وويل : زبيره ! اباعبدالله ! ته دلته څه کوې ؟ ورته يې وويل : راغلى يم،چې د حضرت عثمان د وينې غچ واخلم . حضرت علي په حيرانتيا ورته وويل : د عثمان (رض) د وينې غچ !!! خداى دې د عثمان (رض) وژونکي ووژني ! زبيره آيا يادېږې دي چې ته او رسول الله زما په مخ کې تېر شوئ،چې د خداى استازي راباندې سلام واچاوه او راباندې يې وخندل او بيا يې تا ته وويل : زبيره ! يوه ورځ به ته له علي سره جګړه کوې حال داچې ظلم به پرې کوې . زبير(رض) : هو پر خداى چې راياد مې شول. حضرت علي وويل : نو سره له دې؛ولې او پر څه راسره جګړه کوې . زبير(رض) : پر خداى چې د رسول اکرم دا وړاندوينه مې هېره کړې وه او که ياده مې واى؛نو هېڅکله به مې له تا سرغړونه او درسره به مې جګړه نه کوله . 

 

رسول الله (ص) ام المؤمنين عايشه بي بي له حضرت علي سره له جګړې منع کړې وه

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٩ مخ ) او ( متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک،٨٤ مخ ) دوه روايتونه؛ يو له حضرت ام سلمه بي بي او بل له طاووس نقل کړي،چې رسول اکرم خپلو مېرمنو ته مخ  کړ او ويې پوښتل : په تاسې کې څوک د حوئب سپي خاونده ده ؟ نو عايشې بي بي وخندل،چې رسول اکرم ورته وويل: پام کوه چې هغه ته و نه اوسې .

( ابن جرير طبري؛تاريخ :درېم ټوک،٤٨٥ مخ ) په خپل سند له زهري روايتوي چې وايي : ما ته داسې رارسېدلي، حضرت طلحه او حضرت زبير،چې له خپل لښکر سره په ذي قار کې د حضرت علي لښکر ته ورسېدل؛نو د خپل لښکر مخه يې د بصرې پر لور کړه او د منکدر له سيمې ولاړل او په لار کې د حوئب له سيمې سره مخ شول،چې د هغه سيمې سپي پر غپارشول، چې حضرت عايشې بي بي وپوښتل: دا کومه سيمه ده ؟ ورته وويل شول : حوئب . بي بي وويل: انا لله و انا اليه راجعون ! زه هماغه يم،چې وامې ورېدل، چې رسول اکرم خپلو مېرمنو ته وويل : کاشکې،چې ويلي مو واى چې په تاسې کومه يوه ده،چې د حوئب سپي به ورپسې غاپي . بيا بي بي عايشې غوښتل له هماغه ځايه ستنه شي،چې حضرت عبدالله بن زبير ورغى ،ورته يې وويل : تاسې ته يې دروغ ويلي؛دا سيمه حوئب نه ده او دومره يې ورته غوږونه ډک کړل، چې جګړې ته يې چمتو کړه .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک، ١٢٠ مخ ) په خپل سند له قيس بن ابي حازم، ( امام احمد بن حنبل؛مسند :شپږم ټوک،٩٧ مخ ) ، (عسقلاني؛ فتح الباري: شپاړسم ټوک،١٦٥ مخ ) او د  هغه د وينا له مخې ابويعلي او بزار_ هغه دا روايت صحيح ګڼلى او ابن حبان او حاکم _ هغه دا حديث د مسلم او بخاري په تول پوره صحيح ګڼلى، ( هيثمي؛ مجمع : اووم ټوک،٢٣٤ مخ ) ، ( ابن حجر؛ اصابه : اتم ټوک، لومړى قسم،١١١مخ ) د سلمي بنت مالک حذيفه په شرح کې ، ( هيثمي؛ مجمع :اتم ټوک،٢٨٩ مخ ) ، ( عسقلاني؛ فتح الباري : شپاړسم ټوک،١٦٥ مخ )، (کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٣ مخ )، ( ابن عبدالبر؛ استيعاب : دويم ټوک،٧٤٥ مخ )

( ابن قتيبه :الامامة و السياسة :٥٥ مخ ) ، ( شبلنجي؛نولابصار:٨١ مخ )،( حاکم؛ مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٩ مخ ) ، ( ابونعيم؛ حلية : دويم ټوک،٤٨ مخ )، ( ابن سعد؛طبقات : اتم ټوک،٥٦ مخ ) ، (د بغداد تاريخ : نهم ټوک، ١٨٥مخ ) ، ( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک،١١٢ مخ )  او ( ابن جرير طبري؛ تاريخ : درېم ټوک، ٥٤٨ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې د حوئب د سيمې سپو په حضرت عايشې بي بي پسې وغپل،چې په ځينو کې يې راغلي،چې حضرت عايشې بي بي وويل :کاشکې د حارث بن هشام په څېر د لسو مړيو سر ته ناسته واى؛خو په دې لار نه وم راغلې او په ځينو نورو کې راغلي او همدا چې حضرت عبدالله بن زبير واورېدل،چې ام المؤمنين عايشه غواړي ستنه شي؛نو خپل لښکرته يې وويل : النجا النجا تښتئ ! تښتئ ! چې علي بن ابيطالب راورسېد؛نو لښکر مهلت ورنه کړ،چې عايشه بي بي ستنه شي.

( احمد بن حنبل؛مسند: شپږم ټوک،٣٩٣ مخ ) په خپل سند له ابي رافع روايت کړى،چې رسول اکرم حضرت علي بن ابيطالب ته وويل : ډېر ژر به ستا او عايشې تر منځ شخړه شي . حضرت علي وپوښتل : رسول الله ! زه ؟ ورته يې وويل : هو! بيا يې وپوښتل : زه ؟ ورته يې وويل : هو ! حضرت علي وويل : هغه مهال به په دواړو کې تر ټولو بد مرغه زه يم . پېغمبر(ص) ورته وويل: نه ! خو که دا پېښه راپېښه شوه؛نو خپل  کور ته يې ستنه کړه .  

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال:شپږم ټوک :٤١٠ مخ ) هم راوړى او د احمد بن حنبل مسند او طبراني ته يې نسبت ورکړى ، ( هيثمي؛مجمع : اووم ټوک،٢٣٤ مخ ) هم نقل کړى او احمد، بزار اوطبراني ته يې نسبت ورکړى او ټول رجال يې ډاډمن ګڼلي دي .

( صحيح بخاري: د بداء الخلق کتاب : کيسر او قصرى ته د رسول اکرم د ليک باب  او همداراز د فتن کتاب ) وايي : عثمان بن هيثم موږ ته روايت کړى،چې عوف له حسن له ابي بکرة روايت کړى،چې وايي : خداى ما ته له هغه ټکي سره خورا ګټه راکړه،چې د خداى له استازي مې اورېدلې وه،چې نږدې وو،د جمل په جګړه کې له اصحاب جمل سره يو ځاى شم او له حضرت علي سره وجنګېږم؛خو هغه ټکي وساتلم او کيسه يې داسې وه،چې کله رسول اکرم واورېدل،چې پارسيانو د کسرى لور پر خپل سلطنت کېنولې؛نو ويې ويل : هغه خلک به بريالي نشي،چې ښځه يې د چارو واکمنه وي او د عايشې بي بي په پېښه کې د رسول اکرم دا خبره راياده شوه او خداى وساتلم .

( ابن سعد؛طبقات : اتم ټوک،١٥٠ مخ ) او همداراز ( اتم ټوک،١٥٠ مخ ) دوه  روايتونه راوړي،چې رسول اکرم په حجة الوداع کې خپلو مېرمنو ته پرته له دوو ؛يعنې سوده او زمعه د جحش لور،چې نه وې راغلې او پر ياد يې ول،چې خداى ورته ويلي وو : د خپل کور په چوپړ کې شئ _ وويل : دا ځل داچې زما حجة الوداع وه؛نو راغلئ؛خو تر دې وروسته په خپل کور کېنئ .

دا خبره ( د بغداد تاريخ : اووم ټوک،١١٠ مخ ) ، ( ابن حجر؛تهذيب التهذيب : يوولسم ټوک، ١٠٧ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع :درېم ټوک،٢١٤ مخ ) له ام سلمه او هماغه د درېم ټوک په ٢١٤ مخ کې له ابن عمر (رض) هم نقل کړې ده .

د رسول الله (ص) وړاندوينه :

حضرت عمار ياسر (رض) به ياغي او ظالمه ډله وژني

( صحيح بخاري :د صلوة کتاب : د جومات په جوړولو کې د تعاون باب) په خپل سند له عکرمه روايتوي،چې حضرت ابن عباس ما او زوى ته يې وويل : حضرت ابي سعيد ته ولاړ شئ او حديثونه ترې واورئ،چې موږ يې په لټه کې شوو،چې په يو  چاردېوالۍ کې مو وموند،چې جوړاوه يې اوچې موږ ته د حديثونو پر نقلولو بوخت شو،چې د جومات د جوړولو خبره شوه، حضرت ابوسعيد وويل : موږ به د جومات په جوړولو کې يوه يوه خښته پورته کوله؛خو حضرت عمار ياسر به دوه دوه ښختې اوچتلې؛نو د خداى استازي چې وليد؛نو جامې يې وروڅنډلې او ورته يې وويل : عمار به بې لارې ډله وژني . حضرت عمار وويل : له فتنو له خداى پناه غواړم.

 ( صحيح مسلم : د فتن کتاب : د علايم قيامت باب : له دوو لارو له حضرت ابي سعيد خدري او په هماغه باب کې له حضرت ام سلمه بي بي، ( صحيح ترمذي : دويم ټوک، د مناقب عمار باب ) په خپل سند له حضرت ابي هريرة له ام سلمه له حضرت عبدالله بن عمرو له حضرت ابي اليسر له حضرت حذيفه ، (مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٤٨ مخ ) په خپل سند له حضرت خالد عرني په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې موږ يې يوازې وروستى نقلوو،چې حضرت خالد عرني وايي : ما او حضرت ابوسعيد خدري،حضرت حذيفه ته ولاړو او ورته مو وويل : د خداى له استازي دې چې څه د فتنو په اړه اورېدلي،موږ ته يې هم ووايه.حضرت حذيفه وويل : رسول اکرم راته وويل :(( د خداى له کتابه چورلئ او چېرته،چې د خداى کتاب تله؛نو تاسې هم ورپسې ولاړ شئ .)) ورته مو وويل : که خلکو اختلاف وکړ؛نو له چا سره شو؟پېغمبر(ص) وويل : (( بيا تاسې وګورئ، چې ابن سميه له کومې ډلې سره دى؛نو تاسې هم له هماغې ډلې سره شئ؛ ځکه هغه د خداى له کتابه چورلي . )) په ډله کې مې وپوښتل : ابن سميه څوک دى؟ ويې ويل :نه يې پېژنې؟ ورته مو وويل : راته يې وښيه. ويې ويل : عمار ياسر،چې ما د خداى له استازي واورېدل،چې عمار ته يې ويل : ((ابا اليقظانه ! ته به تر هغه نه مرې،چې بې لارې ډله دې ووژني.)) حاکم ددې حديث سندونه سم ګڼلي دي . 

( مستدرک ا لصحيحين : درېم ټوک،٣٨٥ مخ ) په خپل سند له حضرت عمارة بن خزيمة بن ثابت روايتوي،چې پلار يې حضرت خزيمه د جمل په جګړه کې حاضر و؛خو توره يې له پوښه را و نه ايسته او د صفين په جګړه کې هم و او خپلو ملګرو ته يې وويل : پر خداى قسم،چې زه ځان د حضرت عمار پر وژلو نه بېلارې کوم؛ صبر کوم او ګورم،چې کوم يو لښکر يې وژني، ابوالغاديه او عمرو عاص ،چې حضرت عمار ياسر شهيد کړ؛نو حضرت خزيمه وويل : ضلالت ډېر رانږدې شوى و.ابوالغاديه مزني په نيزه عمار پر تشي وواهه او ٩٤ کلن عمار پر ځمکه راګوزار شو، بيا يې بريد وکړ، چې راوغورځېد او يو سړي پرې ځان ورګوزار کړ،چې د حضرت عمار د سر غوڅولو وياړ په خپله برخه کړي،چې يو بل سړى ورسره په شخړه شو،چې حضرت عمار ما وژلى او سر يې بايد ما ته راکړې . عمرو عاص له لرې په ننداره و او  و يې ويل : پر خداى قسم،چې د دوزخ د اور پر سر شخړه کوي او بيا يې له ځان سره وويل : د ضلالت د لښکر په واسطه د عمار وژل کېدل_ هماغه دي او ته په خپله پوهېږې،چې د کوم لښکر مشري دې پر غاړه اخستې؛پر خداى قسم،چې خوښ وم شل کاله مخکې مړ شوى واى؛خو دا کار مې نه و کړى . 

دا روايت ( ابن سعد: طبقات :درېم ټوک،١٨٥ مخ ) هم نقل کړى او په پاى کې يې ويلي : بيا حضرت خزيمه بن ثابت: ضلالت رانږدې شوى، توره يې له پوښه راوايسته او د حضرت علي په پلوۍ و جنګېد او شهيد شو . 

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٨٦ مخ ) په خپل سند له محمد بن عمر بن حزم روايتوي،چې وايي : چې کله حضرت عمار ياسر د معاويه لښکر وواژه؛نو عمرو بن حازم عمرو عاص ته خبر ورکړ او ورته يې وويل : عمار ياسر زموږ لښکر وواژه، چې ما په خپله د خداى له استازي اورېدلي وو،چې ويل يې : (( عمار به ضلالت وژني . )) عمرو عاص سخت خپه شو او پر خپګان يې معاويه ته ولاړ. معاويه ورته وويل :ولې دومره خپه يې؟ ورته يې وويل : عمار زموږ لښکر وژلى دى،چې ما په خپله د خداى له استازي اورېدلي ول،چې ويل يې : عمار به د ضلالت ډله وژني  او داچې معاويه وکړاى شي عمرو عاص تېرباسي؛نو ورته يې وويل : مګر عمار ياسر موږ وژلى ؟ علي او اصحابو يې وژلى،چې بوډا يې زموږ غشيو او تورو ته مخامخ کړ .

بيا حاکم وايي : دا حديث د مسلم او بخاري پر شرائطو صحيح حديث دى او ډېر ژر به د حضرت علي ځواب هم رواړل شي،چې معاويه ته يې په ځواب کې وويل : که داسې وي؛نو د حمزه سيدالشهداء  وژنکي به مشرکين نه؛بلکې پېغمبر اکرم وي،چې حمزه يې جهاد ته راوستى و .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٨٧ مخ ) دې ورته کيسه له ابي عبدالرحمن سلمي نقل کړې،چې په کې معاويه عمرو عاص ته وويل : ته خو تل له وېرېږې، آيا موږ عمار  وژلى که علي او اصحابو يې ؟

دا حديث ابن جرير هم د تاريخ د څلورم ټوک په ٢٨ مخ کې په لنډه راوړى دى . 

( امام احمد بن حنبل؛مسند :دويم ټوک،١٦١ مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالله بن حارث څخه روايت کوي،چې زه د صفين په جګړه کې د معاويه لښکر ونيوم او تر جګړې وروسته په لار کې د معاويه او عمروعاص په منځ کې وم؛نو وا مو نه ورېدل،چې د عمروعاص زوى؛يعنې عبدالله خپل پلار ته وايي : پلاره! وامو نه ورېدل،چې د  خداى استازي حضرت عمار ته وويل : د سميه زويه ! تا به د ضلالت لښکر وژني . عمرو دا کيسه معاويه ته وکړه،چې نه اورې دا هلک څه وايي؟ معاويه وويل : آيا موږ عمار وژلى که علي او اصحابو يې ؟

( امام احمد بن حنبل : مسند : دويم ټوک،١٦٤ مخ ) په خپل سند له حنظلة بن خويلد عنبري روايتوي،چې وايي : زه له معاويه سره ناست وم،چې دوه شخړه مار راغلل او د حضرت عمار پر غوڅ شوي سر يې شخړه وه . عبدالله د عمروعاص زوى وويل : په تاسې کې دې يو د بل په ګټه تېر شي،چې ما د خداى له استازي واورېدل،چې عمار به د ضلالت ډله وژني . معاويه وويل : که دا خبره دې اورېدلې؛نو ولې زموږ په لښکر کې يې؟ ويې ويل : څو ځل مې پلار زما له لاسه رسول الله ته ګيله وکړه . رسول اکرم راته وويل : چې دې پلار ژوندى وي؛نو لاروي ترې کوه او زه هم له خپل پلاره د لاروۍ په پار ستا په لښکر کې يم؛خو توره مې نه ده را ايستې .

 ( امام احمد بن حنبل : څلورم ټوک،١٩٧ مخ ) په خپل سند له عمرو بن دينار روايتوي،چې وايي : عمرو عاص د ځينو خلکو کورونو ته ډالۍ ولېږلې او د حضرت عمار ياسر کور ته يې ډېرې ولېږلې؛نو ددې کار د علت پوښتنه،چې ترې وشوه؛نو ويې ويل : ځکه د خداى له استازي مې واورېدل،چې ويل يې : ((عمار به د ضلالت لښکر وژني.)) 

   ( امام احمد بن حنبل: مسند :شپږم ټوک،٢٨٩ مخ ) په خپل سند له ام سلمه بي بي روايتوي،چې وايي : هېڅکله د خندق د کنلو ورځ نه هېروم،چې پېغمبر اکرم پر دوړو ککړ و او مسلمانانو ته يې شيده ورکول او ويل يې : (( خدايه ! خېر د اخرت خېر دى ! خدايه مهاجر او انصار وبښې ! )) چې ناڅاپه يې سترګې پر عمار ولګېدې او ويې ويل : (( عمار به د ضلالت لښکر وژني . ))

دې حديث ته ورته يو بل روايت هم ابوداود طيالسي د خپل مسند د درېم ټوک په ٩٠ مخ کې نقل کړى دى .

( حلية الاولياء : څلورم ټوک،١٧٢ مخ ) په خپل سند له زيد روايتوي، چې وايي: حضرت عمار به د حضرت عثمان د خلاف پر مهال ډېر په قريشو پورې لګېده او قريش هم ترې پوزې ته رارسېدلي ول،چي يوه ورځ يې سم وواهه . حضرت عمار کور ته ولاړ او نور له کوره رابهر نشو . حضرت عثمان يې پوښتنې ته ورغى؛نو همدا چې د حضرت عمار له کوره راووت؛نو نېغ جومات ته ولاړ او پر منبر کېناست او قريشو ته يې نصيحت وکړ : ما د خداى له استازي واورېدل : (( عمار به د ضلالت ډله وژني . ))

( د بغداد تاريخ :پينځم ټوک،٣١٥ مخ ) په خپل سند له علقمه او اسود او همداراز د پينځم ټوک په ٣١٥ مخ کې په خپل سند له حضرت انس بن مالک او همداراز د اووم ټوک په٤١٤ مخ کې له حضرت عبدالله بن عمر بن خطاب ، ( ابن سعد؛طبقات :درېم ټوک،لومړى قسم،١٧٧ مخ ) په خپل سند له عمرو بن ميمون څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې راغلي : تر هجرت مخکې مشرکينو د  حضرت عمار مور و پلار ووژل؛نو چې کله هغه ته  وورسېدل؛نو اور يې ورواچوه؛ نو د خداى استازي يې پر بدن لاس راکښود او دا آيت يې ووايه : (يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا ) او ورته يې وويل : عماره ! تا به د ضلالت لښکر وژني .

( ابن سعد؛ طبقات : درېم ټوک،لومړى قسم،١٧٩ مخ ) او همداراز (درېم ټوک: لومړى قسم،١٨١ مخ ) ، ( اسدالغابه :دويم ټوک،١٤٣مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې درېمى يې داسې دى : د شام ذي الکلاع کډن شو او هلته له معاويه سره و،چې فتنه راولاړه شوه او معاويه بن ابي سفيان هغه د صفين د لښکر پالندوى کړى و اوچې په جګړه کې ومړ؛نو معاويه خورا خوشحاله شو؛ځکه  معاويه بن ابي سفيان يې خبر کړى و، چې رسول اکرم د حضرت عمار په اړه  څه ويلي وو او تل به يې معاويه بن ابي سفيان ته ويل : اخر موږ څنګه له علي او عمار سره و جنګېږو؟معاويه ورته وويل : ډېر ژر به عمار زموږ لوري ته راشي او د علي لښکر به يې ووژني او چې “ذي الکلاع” ومړ؛نو معاويه وويل : که ذي الکلاع ژوندى و او زموږ د لښکر له لوري يې د عمار وژل کېدل ليدلي وو؛نو زما نيم لښکر به يې علي ته وراړولى و.

( اسدالغابه :دويم ټوک،٢١٧ مخ ) له  زهري ( الامامة والسياسه :١٠٦ مخ ) ، ( اصابه : لومړى ټوک،څلورم قسم :١٢٥ مخ ) له اسماعيل انصاري ، ( رياض النضره: لومړى ټوک،١٤ مخ ) له زيد بن ابي اوفي ، (نورلابصار : ١٢٥ مخ ) ، ( کنزالعمال :اووم ټوک،٧٢ مخ ) له جابر بن سمرة او د هماغه ټوک په هماغه مخ کې له له جابر له حضرت عمار ياسر او همداراز په ٧٣ مخ کې يې له حضرت کعب بن مالک او يو بل روايت له حضرت خالد بن وليد راوړي، چې په وروستي کې يې راغلي : حضرت عمار ياسر ناورغ شو او د هشام بن وليد بن مغيره لور يې پالنه کوله، چې دا نجلۍ وايي : معاويه د عمار پوښتنې ته راغى او د ستنېدو پر مهال يې وويل : خدايه هغه زما په لاس و نه وژنې؛ځکه  ما په خپله د خداى له استازي واورېدل،چې ويل يې عمار به بې لارې ډله وژني .   

( کنزالعمال : اووم ټوک،٧٣ مخ ) له ابي امامه او په ٧٤ مخ کې له حضرت ابي قتادة او په هماغه مخ کې يو بل روايت له حضرت ابي بکر او بل روايت له حضرت ابن عباس، بل روايت له عايشې بي بي او بل روايت له حضرت حسن رواړى،چې په وروستي کې يې وايي : پېغمبر اکرم،چې مدينې ته راغى؛نو خلکو ته يې وويل : جومات را ته جوړ کړئ . خلکو ورته وويل : څنګه جومات ؟ ويې ويل : د موسى د عرش په څېر (يعنې د موسى د څپرګي په څېر)، له ښختو يوه څلور دېوالي . خلکو د جومات پر جوړولو بوخت شول او رسول اکرم به معمار ته ښختې ورکولې او يا به يې پر سينه خاورې او اوبه وړې ،ويل يې : پالونکيه ! خوندونه د اخرت خوندونه وي ، انصار او مهاجر وبښې او بيا يې په خاورو شوى عمار له خاورو وڅنډه، په غېږ کې يې راونيو،ورته يې وويل : د سميه زويه ! د ضلالت ډله به دې وژني.

( کنزالعمال : اووم ټوک،٧٤ مخ ) له حضرت سعيد بن جبير او په هماغه ټوک او هماغه مخ کې له حضرت ابن مسعود، ( هيثمي؛ مجمع : اووم ټوک،٢٤ مخ ) له حضرت ابي عبدالرحمان سلمي،( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٨٧ مخ)، ( هيثمي؛مجمع :اووم ټ،ک،٢٤٢ مخ ) له حضرت عمار ياسر او د نهم ټوک په ٢٩٦ مخ کې له حضرت ابي رافع او همداراز ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک :٢٩٦ مخ ) له حبه او د هماغه ټوک په ٣٩٧ مخ کې له  حضرت عبدالله بن حارث څخه په دې اړه   يو بل روايت نقل کړى دى .  

( متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٥ مخ ) د خداى له استازي روايتوي،چې وايي : (( علي ! ډېر ژر به د بې لارو ډله درسره جګړه شي؛خو ته به پر حقه يې او پر هغه ورځ،چې چا دې ملاتړ و نه کړ؛نو له موږ ځنې به نه وي . ))

(ابونعيم؛حلية :څلورم ټوک،٢٠ مخ ) له ابن عمر (رض) ، ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٨٤ مخ ) او همداراز د اووم ټوک په ٧٥ مخ کې روايتونه راوړي،چې پر هغه ورځ حضرت عمار ياسر د جومات د جوړولو لپاره ښختې وړې،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( خدايه ! تا هغوى په عمار پسې کړي دي او عمار يې جنت ته رابولي او هغوى يې دوزخ ته چې دا په خپله د بدمرغو او فاجرچارو عمل دى . )) 

( ابن سعد؛طبقات :درېم ټوک، لومړى قسم،١٨٨ مخ ) له حسن (ګواکې مردا ترې حسن بصري دى ) څخه روايتوي،چې وايي : عمرو عاص وويل : هيلمن يم چې هغوى په دوزخ کې نه کړي،چې د رسول الله د عمر په پاى کې پر رسول الله ګران وو . ورته وويل شول : موږ ليدل،چې ته د خداى پر استازي ګران وې او تا ته به يې دندې درسپارلې . و يې ويل : مړى ژوندى له مينې سره توپير لري؛خو داسې يو سړى پېژنم،چې رسول اکرم ورسره مينه درلوده او ټولو ترې دا مينه ليدلې هم وه.پوښتنه وشوه : هغه څوک و ؟ ورته يې وويل : حضرت عمار بن ياسر . خلکو وويل : هغه هم تاسې وواژه  . و يې ويل : هو پر خداى چې موږ وواژه .

( ابن اثير؛ اسدالغابه : پينځم ټوک،٢٦٧ مخ ) د ابوالغاديه _ د حضرت عمار بن ياسر وژونکى _ د حال په شرح کې له ابي الدنيا له محمد بن ابي معشر له پلاره روايتوي،چې وايي : زه له حجاج بن يوسف سره وم، چې يو سړى يې راووړ،چې ګامونه يې لنډ وو او حجاج چې وليد؛ نو و يې وويل : ابوالغاديه  په خير راغلې ! او هغه يې له ځان سره پر تخت کېناوه او ورته يې وويل : عمار ياسر تا وژلى ؟ و يې ويل : هو ! حجاج : کيسه وکړه،چې څنګه دې وواژه ؟ ابولغاديه هم ورته کيسه وکړه . حجاج د شام خلکو ته وويل : څوک چې غواړي داسې سړى وګوري،چې په قيامت کې يې لاس خلاص دى؛نو دا سړى دې وګوري . بيا ابوالغاديه د حجاج غوږ ته سر ورنږدې کړ او د بېوزلۍ څرګندونه يې وکړه او حجاج هم ورته په سپينه وويل : څه نه لرم . ابولغاديه وويل : عجيبه ده،موږ ورته دنيا هواره کړه؛نو اوس چې ترې مرسته غواړو،نه يې راکوي او ګومان کوي،چې په قيامت کې به خلاص لاس لرم؛سره له دې چې پر خداى قسم،چې که پر ځمکه ټولو خلکو د حضرت عمار په وژلو کې لاس درلود؛نو ټول به دوزخي شوي ول .

دا روايت  ( هيثمي؛مجمع :اووم ټوک،٢٤٨ مخ ) هم راوړى دى .

( هيثمي؛مجمع : اتم ټوک،١٢١ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي : رسول اکرم د دوو کسانو غږونه واورېدل، چې سندرې يې ويلې تردې چې وايي : رسول اکرم (ص) وپوښتل: دوى څوک دي؟ورته وويل شول : معاويه او عمروعاص دي.رسول اکرم (ص) وويل:  (( خدايه ! دوى دواړه پر فتنو داسې لاندې باندې کړې،چې په خپله پوهېږې او د دوزخ په اور کې يې واچوې . ))

 دا روايت ( ذهبي؛ميزان الاعتدال : درېم ټوک،٣١١ مخ ) له ابي برزه او همداراز له حضرت ابي هريرة نقل کړى دى .

د حضرت عبدالله بن عمر خواشيني

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٥ مخ ) له شعيب بن ابي حمزه قريشي له زهري له حمزة بن عبدالله بن عمر روايتوي،چې وايي : يوه ورځ مې پلار ناست و،چې د عراق يو سړى راغى او زما د پلار _ عبدالله بن عمر _ خورا تعريف يې وکړ او و يې ويل : د قرآن دې آيت مې زړه خپه کړ چې وايي :[وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ(حجرات/۹)] ددې آيت مانا څه ده ؟ عبدالله ورته وويل : څه پرې کوې ؟ زه خپل کار کوه . سړى ولاړ،چې سيورې يې بېخي له موږ څخه پناه شو بيا عبدالله بن عمر موږ ته مخ کړ او  يې ويل : دا آيت،چې دې ولوست؛زړه يې راته خپه کړ،چې نور مې و نه شو کړاى ځواب يې ورکړم او هغه داچې ولې د ضلالت له لښکر سره و نه جنګېدم او د علي پلوى نشوم او د خداى د حکم لاروي مې ونه کړه .

( ابن سعد؛طبقات : څلورم ټوک،١٣٦ مخ ) له حضرت سعيد بن جبير او د هماغه ټوک په ١٣٧ مخ کې له حضرت حبيب بن ابي ثابت او ( هيثمي؛مجمع :درېم ټوک،١٨٢ مخ ) له ابن عمر(رض)، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٤٢ مخ ) هم له ابن عمر(رض)، ( ابن عبدالبر؛استيعاب :لومړى ټوک،٣٠٧ مخ ) له ابي بکر بن ابي الجهم څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې ابن عمر (رض) د خپل عمر په پاى کې وويل : په دنيا کې مې يو ارمان هم پر زړه نه دى پاتې،بې له دې،چې ولې د معاويه د ضلالت له لښکر سره و نه جنګېدم .

( ابن سعد؛طبقات : څلورم ټوک،دويم قسم ،١٢ مخ ) له نافع بن عمر او ( ابن عبدالبر؛ استيعاب : لومړى ټوک،٣٧١ مخ ) د عبدالله بن عمروعاص د حال په شرح کې دوه روايتونه نقل کړي،چې خواشينى و چې ولې يې له پلار سره د صفين په جګړه کې علي پر خلاف ګډون کړى و . مخکې مو هم وويل،چې هغه توره را ونه ايسته؛خو سره له دې يې وويل : کاشکې شل کاله مخکې مړ شوى وم .

د خوارجو په اړه  د رسول اکرم (ص) وړاندوينه

( صحيح بخاري : د بدء الخلق کتاب : په اسلام کې د نبوت د علاماتو باب ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي، چې وايي : يوه ورځ د خداى له استازي سره وو،چې بېت المال يې ويشه، چې د بني تميم د ټبر ذوالخويصره راغى او ويې ويل :  رسول الله ! عدالت کوه. رسول اکرم (ص) ورته وويل : (( پر ځان ووېرېږه ! که عدالت و نه کړم؛نو خائب او خاسر به شم .حضرت عمر بن خطاب وويل : رسول الله اجازه راکړئ ورمېږ ترې غوڅ کړم . پېغمبر اکرم  وویل: پرېږ يې ده؛ ځکه  هغه به داسې ملګري پېدا کړي،چې ستا لمونځونه او روژې به د هغوى د لمونځونو او روژو پر وړاندې ډېر ناڅيزه وي؛قرآن به وايي؛خو له مريو به يې لاندې نه ځي او د خداى دين به داسې ټوټه کړي،چې د خپلو غشيو موخه به يې کړي،تردې چې وايي : يو تور مخى سړى _ به يې مشري کوي _ به وي، چې يو لاس به يې د ښځې د تي په څېر وي او د خلکو له تر ټولو غوره فرقو به خروج وکړي . )) حضرت ابو سعيد قسم خوري،چې دا حديث يې له رسول الله اورېدلى و، او وم چې له حضرت علي بن ابيطالب سره خوارجو جګړه وکړه او ټول يې وځپل او بيا يې حکم وکړ،چې د هغه سړي مړى يې ورته راووړ او ومو ليدل،چې لاس يې د ښځې د تي په څېر دى .

دا روايت ( نسائي : خصايص : ٤٣ او ٤٤ مخونه ) ، ( مسلم؛ صحيح : د زکاة کتاب ) ، ( ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه : دويم ټوک،١٤٠ مخ د ذي الخويصره په ژباړه کې له حضرت ابي سعيد خدري؛ په دې روايت کې راغلي،چې د حنين د جګړې غنيمت ويشل کېده ) ، ( ابن جرير طبري؛ تفسير: لسم ټوک،١٠٩ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،٥٦ او ٦٥ مخونه ) ، (هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٣٤ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : چې کله حضرت علي ته يې د نوموړي کس مړى راووړ؛نو خلک يې وپوښتل : څوک دا سړى پېژني؟ورته وويل شول : موږ يې پېژنو او نوم يې حرقوس دى او مور يې دلته ده . حضرت علي وويل : ولاړ شئ او مور يې راوړئ . مور يې چې راغله؛نو وپوښتل شوه : دا څوک دى؟ ويې ويل :نه پوهېږم،چې د چا زوى دى؛ ددې لپاره،چې په جاهليت کې ما په ربذه کې ګډې سرولې؛نو د ظلمت په څېر يو څه راباندې راپرېوتل او دا ماشوم مې پر ګېډه شو .

( ذهبي؛ ميزان الاعتدال : دويم ټوک،٢٦٣ مخ ) ، ( صحيح مسلم : کتاب صلوة : باب تحريص خوارج) ، (ابن ماجه؛صحيح : باب ذکر خوارج ) ، ( ابوداود؛ صحيح : دېرشم ټوک، باب قتال خوارج ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند : لومړى ټوک،٧٨ مخ ) ، (صحيح مسلم : کتاب زکاة : د خوارجو د وژلو د تحريص باب ) په دې باب روايتونه راوړي،چې په وروستي کې يې زيد بن وهب جهني وايي : يو سرتېرى،چې له خوارجو سره په جګړه کې له حضرت علي سره و، وويل : يوه ورځ حضرت علي وويل : ايهاالناس ! ما د خداى له استازي اورېدلي وو : ((ډېر ژر به زما له امته يو طيفه خروج وکړي،چې د قرآن قرائت به يې ستاسې د قرآن له قرائت سره هېڅ اړه نه لري او لمونځ او روژه يې ستاسې له لمونځ او روژې سره هېڅ اړه نه لري؛خو قرآن وايي او داسې ګومان کوي،چې ګواکې قرآن يې ملګرى دى؛ خو قرآن يې دښمن دى او لمونځونه يې له مريو نه تېرېږي او له اسلامه به داسې په ځغاسته وځي؛لکه غشى له ليندۍ )) او هغه لښکر چې له دوى سره مخامخېږي؛ نو پوه دې شي،چې د پېغمبر اکرم پر ژبه د دوى لپاره څه برخليک تقدير شوى دى؛نو نور به لاس له عمله وانخلي او ددې خلکو نښه داده،چې يو داسې سړى پکې دى،بې مړونده مټ لري او د مټ په پاى ؛يعنې پر اوږه يې د ښځو د تي په څېر يو شى دى،چې سپين ويښتان پرې راختلي _ تر دې چې وايي : نو يو بل به ووژني او په خلکو کې به يوازې دوه کسان مړه شي . تر جګړې وروسته حضرت علي وويل : ولاړ شئ او هغه مجدع _ هغه چې لاس يې نيمګړى وي _ پېدا کړئ . اصحاب ولاړل؛ خو مړى يې  و نه موند. پخپله حضرت علي په مړيو کې لټه پيل کړه، چې و يې موند،چې په مړيو کې پړمخه پروت دى. امام تکبير ووايه او و يې ويل : صدق رسول الله . په اصحابو کې عبيده سلماني (رض) پاڅېد او ویې پوښتل : اميرالمؤمنينه ! ستا دې قسم پر هغه خداى وي،چې بې له هغه معبود نشته، آيا دا هر څه دې د خداى له استازي اورېدلي وو؟امام وويل : هو! قسم پر هغه خداى،چې بې له هغه بل معبود نشته.سلماني درې ځلې قسم ورکړ او حضرت علي هم درې ځل قسم وخوړ، چې دا وړاندوينه رسول اکرم کړې وه .

دا روايت  ( ابوداود؛ صحيح : دېرشم ټوک، باب قتال خوارج ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند: لومړى ټوک،٩١ مخ ) او  ( بيهقي؛سنن : اتم ټوک،١٧٠ مخ ) او د حديث نورو ائمو هم نقل کړى دى .

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٤٥،١٤٧،١٤٨،١٥٤ مخونه ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : وروسته له دې،چې رسول اکرم غنيمت وايشه؛نو سړى رامخکې شو، چې پر تندي يې د سجدې ټاپه وه او ويې ويل : نن دې د غنيمت په ويش کې هېڅ عدالت پلي نه کړ . پېغمبراکرم (ص) له خپګانه خپل لاسونه پر يو بل وموږل او ويې ويل : ((که زه عدالت پلي نه کړم؛نو تر ما وروسته به څوک عدالت پلي کوي؟ پوه شه چې ډېر به له يوې ډلې سره له دينه ووځئ؛لکه څنګه چې غشى پر نښه ولګي او خوی ترې ووځي او بيا به دين ته راستانه نشئ؛هغه ډله،چې قرآن به وياست؛ خو له مريو به مو لاندې نه ځي؛خبرې به يې ښه؛خو کړنې به يې ناوړه وي؛نو که هر چا دا ډله وليده؛نو ورسره دې وجنګېږي او هر چاچې دا ډله ووژله؛نو تر ټولو غوره ثواب به لري او که څوک د دوى په واسطه ووژل شو؛ نو د شهادت مقام ته رسېدلاى؛دوى د خداى تر ټولو ناوړه مخلوقات دي؛ خداى ترې بېزاره دى او ددې ډلې وژونکي هغه دي،چې تر ټولو ما ته نږدې دي . ))

( صحيح ابي داود : نهه ويشتم ټوک، په فتنه کې د خبرو نه کولو باب ) ، ( احمد بن حنبل؛ مسند : درېم ټوک ، ٢٦،٣٢،٤٥،٤٨،٧٠،٨٢،٩٥ مخونه ) ، ( خصايص نسائي : ٤٢،٤٣ مخونه ) ، ( احمد بن حنبل؛ مسند : څلورم ټوک،٣٥٧ مخ ) ، ( ابونعيم؛ حلية : څلورم ټوک،١٨٦ مخ ) له زر او د شپږم ټوک په ٢١ مخ کې له کعب او د اووم ټوک په ٣١ مخ کې له سفيان ثوري ، ( د بغداد تاريخ : لومړى ټوک،١٥٩ مخ ) د خوارجو په اړه  د رسول اکرم د وړاندوينې په اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي دي : خطيب بغدادي په خپل سند له نبيط بن شريط اشجعي روايتوي،چې وايي : وروسته له دې چې په نهروان کې له خوارجو سره د جګړې پرېکړه وشوه؛نو ابوقتاده له شپېته او که له اويا سرتېرو سره له کږې لارې ستون شو او ړومبى  بي بي عايشې ته ولاړل؛ ابوقتاده وايي :عايشې بي بي وپوښتل : څه خبر مو راوړى دى ؟ کيسه مو ورته وکړه او ورته مې وويل،چې ټول خوارج مو ووژل . پوښتنه يې وکړه : څو کسان درسره راغلي دي ؟ ورته مې وويل : شپېته که اويا کسان . پوښتنه يې وکړه : هغوى ټول درسره همغږي دي ؟ ورته مې وويل : هو ! و يې ويل : نو اوس راته ټکى په ټکى کيسه وکړه . ورته مې وويل : د دولس زرو په شاوخوا کې کسان وو، چې ټولو يوه خوله ويل : حکم يوازې د خداى حکم دى . حضرت علي وويل : د حق خبره پر باطل نيت کوئ . نو وروسته تردې،چې د خداى او قرآن قسم مو ورکړ؛نو په ځواب کې يې وويل : عثمان، علي، معاويه او عايشه کافران شوي او بايد ورسره وجنګېږو؛نو موږ د ناچارۍ له مخې ورسره په جګړه شو او هغوى همداسې قرآنونه ويل؛ځينې يې وتښتېدل او نور ټول ووژل شول . حضرت علي وويل : په تښتېدلو پسې مه ځئ . تر جګړې وروسته په مړيو کې ګرځېدو او علي د رسول اکرم پر قاطر سپور و،چې د نهروان د نهر په څنګ کې ودرېد او و يې ويل : دا ټول مړي راواړوئ ! ټول مړي مو راوړول،چې يو سړى مو پکې وموند،چې په اوږه يې د ښځي د تي په څېر يو شى و؛نو چې کله حضرت علي وليد؛نو الله اکبر يې نعرې کړل او ويې ويل : پر خداى قسم،چې دروغ نه وايم او نه راته دروغ ويل شوي؛ زه يوه ورځ له رسول الله سره وم،چې غنيمت يې ويشه،چې دا سړى راغى او و يې ويل : محمده ! عدالت کوه؛ که څه هم پر خداى قسم،چې تر نننه دې عدالت نه دى پلي کړى . رسول اکرم ورته وويل : مور دې سر ته کېنه ! که زه عدالت ونه کړم؛نو څوک به يې کوي ؟ حضرت عمر بن خطاب هلته و او ويې ويل : رسول الله ! مړ يې کړم؟رسول اکرم وويل : شته داسې څوک چې وبه يې وژني.عايشې بي بي چې دا کيسه واورېده؛نو و يې ويل : که څه هم زه له علي سره څه ښه اړيکه نه لرم؛خو ولې د حق خبره ونه کړم؛ ما د خداى له استازي واورېدل،چې ويل يې : امت به مې پر دوو ډلو وويشل شي؛ يوه ډله به سرونه خروي، برېتې پرېږدي او د پښو تر خټکيو به يې پېنسې اوچتې کړې وي؛ قرآن به وايي؛خو له ستونو به يې نه کوزېږي او خداى ته نږدې هغه کس دى،چې دوى ووژني . ورته مې وويل :ام المؤمنين ! ته چې دومره له علي خبره وې؛نو ولې دې ورپسې توره راوايسته ؟ و يې ويل : ابو قتاده ! کوم کار چې بايد وشي؛نو کېږي او کېدونکي کارونه ځانګړې جرنده لري .

( د بغداد تاريخ : اووم ټوک،٢٣٧ مخ ) له حضرت جابر څخه روايتوي، چې زه له حضرت علي سره د نهروان په جګړه کې وم،چې تاسې صبر وکړئ _ تاسې ړومبى جګړه مه کوئ _ بيا هغوى ټولو ته يې غږ کړ، چې زموږ د واکمن عبدالله بن خباب وژونکى موږ ته راکړئ . و يې ويل : موږ ټولو هغه وژلى دى . حضرت علي وويل : الله اکبر ! او بيا يې اصحابو ته وويل : لاسونه مو پر ليندو کړئ او بريد وکړئ او مجدع را پېدا کړئ . ياران يې د مجدع _ هغه چې لاس يې نيمګړى وي _ په لټه کې شول؛خو ويې نه موند . حضرت علي وويل : بيا يې ولټوي ! پر خداى چې نه دروغ وايم او نه راته دروغ ويل شوي او بيا يې عجلان ته وويل : عجلانه! د رسول اکرم قاطر راوړه؛نو چې را يې ووړ؛نو پرې سپور شو او ولاړ او ځان يې مړيو ته ورساوه او و يې ويل : دلته يې ولټوئ . لټه پيل شوه او تر مړيو لاندې يې راوايست،چې په اوبو او خټو کې ډوب شوى و او په اوږه يې داسې يو څه وو،چې راکش به دې کړ؛نو د ربړ په څېر به راکش کېده او د ښځې د تي په څېر و. حضرت علي وويل : الله اکبر ! پر خداى قسم،چې که له غره کېده مو نه وېرېدم؛نو درته به مو ويلي ول،چې ددې قوم وژل څومره ثواب لري .

( هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٣٩مخ ) له حضرت عايشې بي بي او د هغه د وينا له مخې،بزار او طبراني په اوسط کې له همدې لارې او همداراز د شپږم ټوک په ٢٣٩ مخ کې له حضرت علي او د هغه د وينا له مخې، طبراني په اوسط او صغير کې پر دوو سندونو او شپږم ټوک په ٢٤١ مخ کې له جندب ، ( دارقطني؛سنن : باب حدود :٣٤٣ مخ ) ، ( کنزالعمال : لومړى ټوک،٩٢ مخ ) له حاتم بن اسماعيل ، ( ابن حجر؛الاصابه : شپږم ټوک،٣٤٨ مخ ) د خوارجو  د وړاندوينې په اړه  او داچې رسول اکرم (ص) يې وژونکيو ته د جنت وعده ورکړې وه او پر خوارجو يې لعنت ويلي و، روايتونه نقل کړي دي .

 

 

خوشال بابا وايي :

د زړۀ زنګ په بل صيقل نه لرې کېږي

                     په دوستۍ يي د علي ده مصــــــــــقلي

    محمد،علي ،چې دوه ويني په سترګو

                            په دا کار کې احــــــــــــوالي ده احوالي [43]

                                                              

له علي (ک) سره مينه له خداى (ج) او استازي (ص) سره يې مينه ده

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٧ مخ ) له حضرت ابن عباس (خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،٤٠ مخ ) له پينځو لارو له حضرت ابن عباس څخه ( محب طبري؛رياض النضره:دويم ټوک،١٦٦ مخ ) ( علي بن سلطان؛مرقات : پينځم ټوک،٥٧٣ مخ ) ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٠ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې له حضرت عثمان بن عوف څخه روايت دى، چې وايي : يو سړي حضرت سلمان ته وويل : علي درباندې څومره ګران دى ! ورته يې وويل : د خداى له استازي مې اورېدلي : له علي سره مينه له ما سره مينه ده او له علي سره دښمني له ما سره دښمني ده.)) او د هماغه ټوک په ١٤٢ مخ کې يې له حيان اسدي روايت دى،چې له حضرت علي مې واورېدل : رسول اکرم(ص) راته وويل : (( امت به تر ما وروسته درسره دښمني کوي او چې ته ژوندى يې زما پر دين به يې او زما پر سنت به وژل کېږې او څوک چې درسره مينه کوي؛نو ما سره یې مینه کړې ده او څوک چې درسره دښمني کوي؛نو ما سره یې دښمني کړې ده او ډېر ژر به دا په دې رنګينه شي؛يعنې ږيره به دې د سر پر وينو رنګينه شي . ))

 دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧ مخ ) کې هم راوړى او دارقطني د افراد په کتاب کې يې حاکم او خطيب ته نسبت ورکړى دى .

( حلية الاولياء:لومړى ټوک،٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي برزه روايتوي چې وايي : رسول اکرم وويل : خداى راته وويل : ته بايد راسره ژمنه وکړې.ورته يې وويل : کومه ژمنه؟ ويې ويل : واوره . و يې ويل : وايه چې غوږ مې دى . خطاب راغى : علي د هدايت بيرغ او زما او د اولياوو امام دى، دا هغه رڼا ده،چې زما لاروي کوي، هغه ټکى دى،چې يو متقي هم ترې بېلتون نه لري؛نو څوک چې ورسره مينه وکړي؛نو له ماسره به يې کړې وي او چا چې ورسره دښمني وکړه؛نو راسره به يې کړې وي او پر علي ددې مقام زېرى وکړه . علي ته راغلم او زېرى مې پرې وکړ، چې ويې ويل : رسول الله ! زه د خداى بنده او د قدرت په واک کې يې يم؛نو که پر عذاب مې کړي؛نو زما د ګناه له امله به وي او د مقام زېرى،چې تا يې راکړ،د خداى پېرزو او لورنه ښيي؛بيا يې حجابونه زما له سترګو پورته کړل او کوم کړاوونه يې،چې علي ته ځانګړي کړي ول، د يو صحابي لپاره مې هم نه وو؛نو ومې ويل : پالونکيه ! د ورور مې مل شه ! راته يې وويل :دا هر څه ورته تقدير شوي دي او هغه به پردې ککړ شي او خلک هم به پرې وازمېيل شي .

( د بغداد تاريخ :ديارلسم ټوک،٣٢ مخ ) حضرت له عبدالله بن مسعود (اسدالغابه : څلورم ټوک،٣٨٣ مخ ) له ابوالجحاف داود بن ابي عوف له معاوية بن ثعلبة الجماني او همدا سند ابن حجر د اصابه د شپږم ټوک د لومړي قسم په ٢٠٥ مخ کې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : رسول اکرم وويل : ((ټولوهغوى ته د علي بن ابيطالب پر ولايت وصيت کوم،چې زما پر نبوت ايمان لري،چې که چا ورسره مينه وکړه؛نو له ما سره يې کړې او چا چې راسره مينه وکړه؛نو له خداى سره يې مينه کړې ده او که چا ورسره دښمني وکړه؛نو له ماسره يې دښمني کړې او له ما سره دښمني له خداى سره دښمني ده . ))

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧،١٥٨،٣٩١،٣٩٩ مخونه او همداراز د اووم ټوک ١٤٠مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٢٩،١٣١ او ١٣٣ مخونه ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢١٤،١٦٦،٢٠٩،١٣٣ مخ ) او خصايص نسائي په ٢٨ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي، چې له حضرت علي سره پر دښمنۍ او دوستۍ سربېره پکې دا هم راغلي،چې يوازې مؤمن له علي سره مينه کوي او يوازې منافق ورسره دښمني کوي .

( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٦ مخ ) له حوشرة بن محمد بصري روايتوي،چې وايي : يزيد بن هارون واسطي مې تر وژل کېدو څلور شپې وروسته په خوب کې وليد؛نو ومې پوښته،چې څه يې درسره وکړل ؟ راته يې وويل : حسنات مې قبول او ګناهونه مې وبښل شو او د ګناهونو ناوړه اغېزې مې هم له منځه ولاړې (بيا دوام ورکوي تر دې چې وايي : ) د انکير او منکر کيسه څنګه وه؟ ويې ويل : هو ! قسم پر هغه خداى،چې بې له هغه بل معبود نشته؛زه يې کېنولم او د پالونکي په اړه  يې له وپوښتلم( بيا همداسې وايي،تردې چې وايي:) يو له هغوى دوو ځنې وپوښتلم : خپل احاديث دې له حريز بن عثمان روايت کړي؟ ورته مې وويل :هو هغه موثق سړى و او احاديث يې د ډاډ وړ وو . ويې ويل :سمه ده، چې ډاډمن و؛خو له علي سره يې دښمني کوله؛نو د خداى دښمن هم و .

( هيثمي؛ مجمع :نهم ټوک،١٢٩ مخ ) حضرت ابو رافع وايي : رسول اکرم(ص) د حضرت علي په مشرۍ يو لښکر يمن ته ولېږ او د اسلم د ټبر عمرو شاس هم پکې و؛نو چې له جګړې راستون شو؛نو په علي پسې يې خوله راوسپړله . رسول اکرم (ص) ورپسې يو کس ولېږه، چې رايې ولئ، چې راغى؛نو رسول اکرم ورته وويل : په علي پسې بد مه وايه . آيا په دې سفر کې دې ترې بد ليدلي،چې داسې دې ورپسې خوله راسپړلې . عمرو ورته وويل : نه . رسول اکرم ورته وويل :نو دا د څه خبرې دي ؟ و يې ويل : له علي سره دښمني مې په خپل واک کې نه ده . د خداى استازى سخت غوسه شو او يې ويل :  (( چا چې له علي سره دښمني وکړه؛نو له ما سره يې کړې ده او چا چې له ما سره دښمني وکړه؛نو له خداى سره يې کړې ده . ))

د حضرت علي د دوستانو ثواب او دښمنانو عذاب

(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت زيد بن ارقم د خولې وينا را اخلي،وايي : رسول اکرم د ايمان په اړه  وينا کوله او ويې ويل : (( څوک چې غواړي ژوند او مړينه يې زما د ژوند او مړينې په څېر وي او په هغه جنت کې راسره مېشت شي،چې خداى يې وعده راکړې؛نو له علي بن ابيطالب سره دې مينه وکړي؛ځکه  هغه به مو هېڅکله بې لارې نه کړي . ))

 دا روايت حاکم صحيح ګڼلى او ابو نعيم د حلية د څلورم ټوک په ٣٤٩ مخ له دوو لارو او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٥ مخ کې او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې هم نقل کړى دى .

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت عمار ياسر د خولې وينا را اخلي،وايي : د خداى له استازي مې واورېدل، چې علي ته يې وويل : (( علي ! څومره بختور دى هغه چې درسره مينه کوي او ستا په اړه  رښتيا ووايي او هغه دې پر خپل حال وژاړي،چې درسره دښمني کوي او ستا په اړه  دروغ  ووايي . ))

 دا روايت خطيب بغدادي د د بغداد تاريخ د نهم ټوک په ٧١ مخ کې له دوو لارو او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٣٢ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢١٥ مخ او د ذخاير په ٩٢ مخ کې يې هم راوړى دى .

( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٦ مخ ) په خپل سند له حضرت زيد بن وهب له حضرت حذيفه او هماغه په ٨٦ مخ کې په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه او همداراز کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په دواړو روايتونو کې راغلي: رسول اکرم (ص) وويل : (( که څوک غواړي زما په څېر ژوند ولري او زما په څېر ومري او د پالونکي په راکړ شوي جنت کې مېشت شي؛نو تر ما وروسته بايد له علي او دوستانو سره يې مينه وکړي او تر ما وروسته د امامانو لاروي وکړي،چې ټول زما عترت دي؛ځکه  هغوى زما له خټې جوړ شوي او ځانګړې پوهه يې رزوي شوې ده او زما په امت کې دې هغه پر خپل حال وژاړي،چې فضائل يې دورغ وګڼي او زما لورنه پرې پرېکړي او داسې خلک به خداى زما له شفاعته برخمن نه کړي . ))

( اصابه:درېم ټوک،لومړى قسم،٢٠ مخ او شپږم ټوک،٣٣٥ مخ ) ، (کنوز الحقايق :١٠١ مخ ) ، ( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٥ مخ ) ، (اسدالغابه :دويم ټوک،١٠١ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١١ او ١٢١ مخونه ) ، ( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٤ او ١٥٨مخونه ) ، (د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،١٠٢ مخ ) او  ذخاير العقبى په ٩٢ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې موږ د لڼديز لپاره يوازې د د بغداد تاريخ روايت راخستى،چې وايي: د خداى له استازي مې واورېدل،چې  حضرت علي ته يې وويل : ((  علي ! مينوالو ته دې همدومره بس،چې په ځلکدن کې حسرت، په قبر کې وحشت او د قيامت پر ورځ ډار نه لري . ))

 

خوشال بابا وايي :

په محشر به هغه تور مخونه پاسي

چې يې نه دي تــــورې خاوري د تلي [44]

د قيامت پر ورځ حضرت علي پر جنتي اوښ سپور دى

( د بغداد تاريخ : يوولسم ټوک،١١٢ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : رسول اکرم وويل : د قيامت پر ورځ به هېڅ څوک سپاره نه راځي؛خو موږ څلور کسان . پلار مې عباس پاڅېد او ویې پوښتل : رسول الله ! هغه څلور کسان څوک دي ؟ رسول الله (ص) وويل: ړومبى زه يم،چې پر براق به سپور يم،چې څېره يې د انسانانو په څېر ده _ بيا يې د براق د ځانګړونو تر بيانولو وروسته _ عباس وپوښتل: بل څوک دى ؟ پېغمبر(ص) وويل : ورور مې صالح پېغمبر،چې هغه هم پر خپل اوښ سپور راځي . ویې پوښتل : بل څوک دى ؟ پېغمبر (ص) وويل : تره مې حمزه،چې د خداى زمرى، د رسول زمرى او سيدالشهداء دى،چې هغه به هم پر اوښ سپور راځي . حضرت عباس وپوښتل : بل څوک دى ؟ پېغمبراکرم وويل :  ورور مې علي،چې پر جنتي اوښ سپور به راځي،چې واګي يې د کجورو له لوء لوء دي او د ياقوتو محمل به پرې اچول شوى وي _ همداراز د اوښ ځانګړنې وايي،تر دې چې  دلته رارسي او وايي :_ چې خلايق به يو بل ته وايي  : دا سړى يا پېغمبر دى يا مرسل او يا کومه مقربه پرښته،چې په ځواب کې به يې د عرش له پاسه ځواب راشي : هغه نه پېغمبر دى او نه مرسل او نه مقربه پرښته او نه د خداى د عرش وړونکى؛بلکې علي بن ابيطالب د رب العالمين د استازي ځايناستى دى؛ هغه امام المتقين، قائدغرمحجلين (د سپين مخيو مشر) دى .

( د بغداد تاريخ : ديارلسم ټوک،١٢٢ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس همدا مضمون روايت  کړى او په پاى کې يې وايي : که عابد د ځمکې په رکن،مقام ابراهيم او مسجدالحرام کې زر کاله د خداى عبادت وکړي،چې بدن يې د مشکو په څېر وچ شي او په قيامت کې له خداى سره له آل محمد سره په زړه کې په کينه ملاقات وکړي؛نو خداى به يې پړ مخه په اور کې وګوزار کړي .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٢،٣٩٦،١٩٣،٤٠٣ مخونه ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک، ٢١١ مخ ) ، ( احمد بن حنبل په مناقب کې حضرت له انس بن مالک ) ، ( خطيب بغدادي : د بغداد تاريخ : درېم ټوک،١٤٠ مخ ) او ( محب طبري؛ ذخاير : ١٣٥ مخ ) د قيامت پر ورځ پر جنتي اوښ د حضرت علي د راتګ په اړه  روايتونه نقل کړي دي .

( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠٢ مخ ) له حضرت جابر بن سمرة روايت کړى،چې د خداى استازي يې وپوښت: د قيامت پر ورځ به دې د لوا وړونکى څوک وي ؟ پېغمبراکرم وويل : هماغه چې په دنيا کې به يې وړله او هغه علي بن ابيطالب دى .

 بيا وايي : دا روايت نظام الملک په امالي او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٨ مخ کې هم نقل کړى دى .

( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک ، ( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٥، ٤٠٣مخونه ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠١ مخ ) او ( ذخاير العقبى : ٧٥ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې د وروستي خلاصه يې داسې ده :

رياض النضره او ذخاير له محدوج بن زيد دهلي روايتوي،چې رسول اکرم،حضرت علي ته وويل : د قيامت پر ورځ به ړومبى زه، بيا انبياء او ورپسې به ته راپاڅېږې او همداراز زما امت ړومبى امت دى، چې مبعوث به شي او لواء الحمد به تا ته په لاس کې درکړي،چې ډېر خلايق به ورلاندې پناه واخلي او هغه مهال به دې حسن ښي اړخ او حسين به دې کين اړخ ته وي او له عرشه به غږ راشي : ابراهيم څومره ښه پلار و ستا لپاره او علي څومره ښه ورور و ستا لپاره او زه پر تا زېرى کوم، چې هر اکرام،چې له ما سر وشي؛نو له تا سر هم کېږي .

د ملا د سيرة په يوه روايت کې راغلي،چې و يې پوښتل: څنګه به حضرت علي وکړاى شي دا لواء راواخلي ؟ پېغمبر اکرم وويل : ولې به يې نشي اوچتوالاى،چې خداى ورته زما د صبر په څېر صبر ورکړى دى  او د جبراييل د قدرت په څېر قدرت يې ورکړى دى .

( رياض النضره: دويم ټوک،٢٠٣ مخ ) له حضرت ابي سعيد خدري ، (کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٣ مخ ) له حضرت عمر بن خطاب او همداراز ( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٠ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي دي .

  

حضرت علي او لارويان به يې د حوض کوثر تر څنګ وي

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٣١ مخ ) له طبراني نقل کړى،چې په خپل سند يې د رسول اکرم د خولې وينا راخستې،چې حضرت علي ته يې وويل : (( علي ! ته او لارويان به دې حوض کوثر ته راننوځئ؛خو په خپله به ماړه ياست او نور به مړوئ، حال داچې څېرې به مو سپينې وي او ستا دښمنان به له علي سره حوض کوثر ته راننوځي؛خو لاس تړلي او تږي . ))

( کنوزالحقايق : ١٨٨ مخ ) ، ( استيعاب : دويم ټوک،٤٥٧ مخ ) ، (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٦ مخ )  او ( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک، ١٠٢ مخ ) په دې مضمون روايتونه نقل کړي دي .

( هيثمي؛مجمع : لسم ټوک،٣٦٧ مخ ) له حضرت ابي هريرة او حضرت جابربن عبدالله روايتوي،چې دواړو ويلي دي : رسول اکرم وويل : ((  د قيامت پر ورځ به علي بن ابطالب زما د حوض خاوند وي،چې د ستورو د شمېر هومره جامونه لري،چې بر يې له جابيه تر صنعا پورې دى . ))

( کنوزالحقايق : ٩٢ مخ ) ،( حلية الاولياء : لسم ټوک،٢١١ مخ ) ، (د بغداد تاريخ : څوارلسم ټوک،٩٨ مخ ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠٣،٢١١ مخونه) ،( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٢ مخ ) ، (هيثمي؛ مجمع الزوائد: نهم ټوک،١٣٥ مخ ) ، ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : درېم ټوک،١٣٨ مخ او همداراز نهم ټوک،١٣٠ مخ ) ، (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٨ مخ ) او ( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٠،٤٠٣،٣٩٧ مخونه ) هم په دې اړه  روايتونه نقل کړي دي .

خوشال بابا وايي:

ترهلال يې صدقه شم تربلاله            په اخلاص يم زه ددې د تلې خاک

د بوذر او د سلمان يې درويزګر يم         تل د دوى په محبت دى زما ژواک[45]

 

رسول الله (ص) وايي :

 د خداى حکم دى، چې له علي، سلمان، ابي ذر او مقداد سره مينه  وکړم

( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي بريده له پلاره يې روايتوي،چې وايي : رسول اکرم وويل : (( خداى راته حکم کړى،چې له څلور کسانو سره مينه وکړم او خبر يې راکړى،چې پر خداى هم ګران دي . )) خلکو وپوښتل: رسول الله ! نومونه يې واخلئ، چې ويې پېژنو! رسول الله وويل : (( علي له هغوى ځنې دى !علي له هغوى ځنې دى ! علي له هغوى ځنې دى! او سلمان ، ابوذر  او مقداد، چې پر خداى ګران دي او حکم يې راکړى، چې زه هم ورسره مينه وکړم . ))

دا روايت ( ابن ماجه ؛ صحيح  ابن ماجه : باب فضايل اصحاب رسول الله : ١٤ مخ ) ، ( حاکم؛مستدرک: درېم ټوک،١٣٠ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند: پينځم ټوک،٣٥١ مخ ) ، ( ابونعيم؛حلية : لومړى ټوک،١٩٠ مخ ) ، (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٥٥ مخ ) ، (ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : لسم ټوک، ٢٨٦مخ ) او  ابن عبدالبر؛استيعاب : لومړى ټوک،٢٨٠ مخ  او دويم ټوک،٥٥٧ مخ کې هم راوړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٢٨،٤٢٩ او د درېم ټوک ١٥٤ مخونه  ) د حضرت ابن عباس او د حضرت علي د خولې وينا راخلي،چې د دواړو نچوړ دادى : حضرت جبراييل ،رسول اکرم ته وويل : محمده ! پر خداى دې درې اصحاب ګران دي؛نو ته هم ورسره مينه وکړه؛ علي ، ابوذر،مقداد او په بل روايت کې دي،چې : جنت زما د درې  اصحابو د ليدو لېوال دى . دا مهال د اصحابو ډله رامخکې شوه، چې پېغمبر اکرم يې نوم واخلي،چې رسول الله (ص) پکې د حضرت سلمان نوم هم واخست .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١٧ مخ ) له حضرت انس بن مالک همدا مضمون نقل کړى؛خو په دومره زياتوالي،چې انس وايي : حضرت ابوبکر ته مې وويل : کېداى شي ته هم يو له هغو درېو ځنې ووسې؛نو ولاړ شه او پوښتنه وکړه؛خو پوښتنه يې ونه کړه او بيا مې حضرت عمر ته وويل،چې هغه هم پوښتنه ونه کړه،چې حضرت علي ته مې وويل، چې راته يې وويل :زه به يې پوښتنه وکړم، چې که زه هم پکې وم؛نو د خداى شکرونه به پر ځاى کړم او که نه وم؛نو بيا به هم د خداى شکر ادا کړم او چې پوښتنه يې وکړه؛نو د خداى استازي ورته وويل : (( ته هم له هغوى ځنې يې ! ته هم له هغوى ځنې يې او عمار ياسر چې ډېر ژر به ووژل شي او له ستر اجر به برخمن شي او سلمان دى،چې له موږ اهلبيتو ځنې دى او هغه دې خپل ملګرى کړه. ))

د حضرت علي په اړه  نازل شوي آيتونه

( خطيب بغدادي ؛د بغداد تاريخ:6ټوک،221 مخ ) له حضرت ابن عباس څخه نقل کړي،چې د قرآن 300 آيتونه د حضرت علي او فضايلو په اړه يې  نازل شوي دي .

او همداراز له ابن حجر ؛صواعق :76 مخ او شبلنجي؛ نورالابصار:73 مخ او له ابن عساکر له حضرت ابن عباس څخه روايت دى، چې خداى (ج) د حضرت علي هومره د يو چا د فضايلو په اړه  هم دومره آيتونه نه دي رالېږلي او په دې  باب کې به بې له هغو آيتونو، چې مخکې مو په اړه يې خبرې وکړې؛نورو هغو آيتونه ته اشاره وکړو، چې د حضرت علي په باب راغلي دي .

 

آيت: إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ ( رعد؛7)

( مستدرک الصحيحين :3ټوک،129 مخ )پر خپل سند له حضرت عباد بن عبد الله اسدي له حضرت علي روايت کړى،چې د : (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ؛يعنې ته يوازې وېرونکى يې او د هر قوم لپاره لارښود شته ) آيت په تفسير کې وويل : د خداى استازى منذر او زه هادي يم . 

حاکم وايي : ددې روايت سند صحيح دى .

( متقي ؛کنزالعمال :لومړى ټوک،251 مخ ) وايي : ابن ابي  حاتم هم دا روايت نقل کړى .

هيثمي؛مجمع:7ټوک،41 مخ هم نقل کړى او په نقل کې يې راغلي : او هادي له بني هاشمو څخه يو سړى دى  او بيا هيثمي زياتوي، چې دا حديث عبدالله بن احمد او طبراني د صغير او اوسط په کتابونوکې راوړى او ددې روايت رجال يې ډاډمن ګڼلي دي .

او له هاشمي سړي يې مراد خپل ځان و، ګواکې خوښ نه و خپل نوم واخلي .

دا مطلب سيوطي هم د پورتني آيت په تفسير کې د پورتني حديث تر راوړو وروسته راوړى دى .

( تفسير ابن جرير طبري :13 ټوک،72 مخ ) پر خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويې ويل : چې کله د : (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ ) آيت راغى؛نو د خداى استازي خپل لاس پر خپله سينه کېښود او ويې ويل : زه منذر او د هر قوم لپاره لارښوونکى شته او بيا يې خپل لاس د حضرت علي پر سينه کېښود او ويې ويل : ته هغه لارښوونکى يې، چې تر ما وروسته به بشر ته په تا ښيون-هدايت کېږي.

دا روايت سيوطي هم په درالمنثورکې  د پورتني آيت په تفسير کې راوړى  او ابن مروديه ،ابونعيم (د المعرفه کتاب )ديلمي، ابن عساکر او ابن نجار ته يې نسبت ورکړى دى .

فخر رازي په کبير تفسير کې  د پورتني آيت په تفسير کې وايي : او پوه شه چې په مفسرينو کې “اهل ظاهر”  ددې آيت په اړه  څو خبرې کړې دي او تردې چې وايي : او درېم دا چې منذر د خداى استازى او هادي،حضرت علي دى . حضرت ابن عباس ويلي : چې کله دا آيت راغى؛نو د خداى استازي پر خپله سينه لاس کېښود او ويې ويل :زه منذر يم او بيا يې پر لاس حضرت علي ته اشاره وکړه او ويې ويل : ته هغه هادي يې،چې بشر به تر ماوروسته په تا هدايتېږي.

سيوطي په درالمنثور کې تر همدې آيت لاندې له ابن مردويه ،ابي  برزه اسلمي روايت کړى،چې و يې ويل : وا مې ورېدل، چې کله د (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ ) آيت نازل شو؛ نو د خداى استازي پر خپله سينه لاس کېښود  او ويې ويل : (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ) او بيا يې د حضرت علي پر سينه لاس کېښود او و يې ويل : (وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ).

دا روايت ابن مردويه او ضياء ( د مختار په کتاب کې ) له حضرت ابن عباس څخه او کنزالعمال :6ټوک ،157 مخ او د کنز د وينا له مخې ديلمي هم له حضرت ابن عباس څخه روايت  کړى او شبلنجي؛ نورالابصار؛70 ټوک او مناوي ؛کنزالحقائق ،42 مخ هم نقل کړى دى.

أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ ( سجده؛17)

د حضرت علي په باب نازل شوى دى

( تفسير ابن جرير طبري :21ټوک:68 مخ ) پر خپل سند تر پورتني آيت لاندې  له حضرت عطاء بن سيار نه روايت کړى،چې ويې ويل : دا آيت په مدينه کې  د علي او وليد بن عقبة بن ابي معيط په اړه  راغى او کيسه يې داسې وه: د هغوى دواړو په منځ کې څه خبره شوه .وليد وويل : زه ستا په پرتله روانه ژبه ،تېره نېزه او د دښمن د ليکو ماتونکى يم. حضرت علي ورته وويل : غلى شه فاسقه !

اوبيا دا آيت د هغوى په منځ د خبرو د ورمندون- قضاوت لپاره راغى،  چې ورپسى وايي : (أَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ جَنَّاتُ الْمَأْوَى نُزُلًا بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ. وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوَاهُمُ النَّارُ كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ.)

دا روايت زمخشري هم د کشاف په تفسير کې او سيوطي د سجده د سورت په تفسير کې له عطاء بن سيار نه نقل کړى دى ؛بيا يې ويلي دي : ابن ابي  حاتم هم دا روايت نقل کړى او ( واحدي؛اسباب النزول:263 مخ ) و د سيوطي د وينا له مخې ددې آيت په  تفسير کې ابوالفرج اصفهاني په اغاني کې ،ابن عدى،ابن مردويه او خطيب؛ د بغداد تاريخ: 13 ټوک،321 مخ او ابن عساکر روايت کړى،چې حضرت ابن عباس وويل : مؤمن علي او فاسق وليد بن عقبة بن ابي  معيط دى .

( رياض النضره :2ټوک،206 مخ ) هم پورتني روايت ته ورته روايت نقل کړى او خپل روايت يې حافظ سلفي ته نسبت ورکړى دى .

 

أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ (هود؛17)

د علي په باب نازل شوى  دى

سيوطي په درالمنثور کې تر پورتني آيت لاندې وايي : ابن ابي  حاتم،ابن مردويه او ابونعيم د المعرفة په کتاب کې له حضرت علي روايت کړى، چې ويې ويل : په قريشو کې به داسې څوک و نه وينې،چې په اړه  به يې په قرآن کې آيت نه وي نازل شوى . يو سړي ورته وويل : ستا په اړه  څه نازل شوي دي ؟ حضرت علي ورته وويل : مګر د هود په سورت کې دې نه دي ويلي : (أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ _؟ پېغمبر اکرم د پالونکي پر بينه و او زه يې له کورنۍ شاهد وم .)

دا روايت کنزالعمال ( لومړى ټوک؛252 مخ ) او د هغه دوينا له مخې ابن مردويه او ابن عساکر نقل کړى دى او فخر رازي په کبير تفسير کې تر پورتني آيت لاندې  ويلي :د شاهد د ټکي په تفسير کې يې په وجوه  کې وجوه ياد کړى ( تردې چې وايي ) او درېمه وجه داچې له شاهد څخه مراد  حضرت علي دى،چې په خپله د نبوت له کورنۍ  ځنې دى او د خداى د استازي پر بلنه صدق دى او ددې آيت مطلب دادى،چې د خداى استازى پر خپل نبوت د خداى له لوري بينه درلوده او د بينه لپاره يې له خپلې کورنۍ هم يو شاهد  راووړ او د (مِّنْهُ) ټکى ښيي،چې هغه شاهد د خداى د استازي له کورنۍ او له هغه څخه او د هغه د وجود ټوټه ده او که ځينو شاهد پخپله پېغمبراکرم ښوولى؛نو دا کار يې يوازې د رسول اکرم د درناوي لپاره کړى دى .

فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ (تحريم /4)

د حضرت علي به اړه  راغلى دى

سيوطي په درالمنثورکې تر پورتني آيت لاندې  له ابن مردويه له حضرت اسماء بنت عميس نه روايت کړى،چې د ( صالح المؤمنين) په مانا کې يې ويلي : مراد ترې حضرت علي دى .

کنزالعمال :لومړي ټوک،237 مخ هم پر همدې مضمون يو روايت نقل کړى دى،ابن حجر هم په صواعق کې (144 مخ )هم هغه په رفع او وقف توګه نقل کړى او ( عسقلاني ؛فتح الباري :13ټوک،27 مخ) له طبري له مجاهد او همداراز له نقاش له حضرت ابن عباس او محمد بن علي باقرالعلوم او زوى يې جعفر بن محمد صادق څخه دا مضمون روايت کړى دى .

 

(وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ) ( الحاقه ؛12)

د حضرت علي په باب راغلى دى

(تفسير ابن جرير طبري؛29ټوک،35 مخ) پر خپل سند له مکحول نه روايت کړى،چې ويل يې : د خداى استازي،چې دا آيت ولوست؛نو حضرت علي ته يې مخ کړ او ويې ويل : له خدايه مې غوښتي،چې هغه غوږ ستا غوږ کړي . هغه مهال حضرت علي وايي : تر هغه وروسته مې د خداى له استازي داسې خبره وا نه ورېده،چې هېره کړې مې وي .

د  21 ټوک په 35مخ کې يې پر خپل سند له بريده نه روايت کړى،چې ويل يې : ما د خداى له استازي واورېدل،چې حضرت علي ته يې وويل : علي ! خداى حکم راکړى،چې تا رانږدې کړم او لرې دې نه کړم او تا ته يې دروښيم او ته يې هم زده کړې او پر خداى دي،چې درزده يې کړي او بيا دا (وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ و) آيت راغى .

 ابن جرير دا روايت د 29 ټوک په 36 مخ کې له اسلمي نقل کړى او زمخشري هم په فخر رازي کې دې ته ورته روايت نقل کړى او همداراز متقي؛کنزالعمال :6ټوک،398 مخ له بريده نه او حلية الاولياء ( لومړي ټوک67 مخ) اوسيوطي هم تر ويينې لاندې آيت تر تفسير لاندې  له سعيد بن منصور، ابن جرير ،ابن منذر،ابن ابي  حاتم،ابن مردويه، مکحول  او پر يو بل نقل  له ابن جرير او ابن ابي  حاتم او واحدي ( اسباب النزول؛329 مخ)، ابن مردويه ،ابن عساکر ،ابن نجار له بريده نه او په کنزالعمال 408 مخ  کې د متقي د وينا له مخې ضياء مقدسي او ابونعيم ( د معرفت په کتاب کې ) او همداراز شبلنجي د نورالابصار په 70 مخ کې راوړى دى.

(الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ )(بقره/274)

د علي په باب راغلى دى

(ابن اثير جرزي؛اسدالغابه :4ټوک،25 مخ ) له ددو لارو له مجاهد نه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې تر پورتني آيت لاندې يې ويلي دي : دا آيت د علي په باب راغلى؛هغه څلور درهمه درلودل،چې يو يې د شپې بل يې د ورځې بل يې پټ او بل يې ښکاره نفقه کړ .

دا روايت زمخشري په کشاف کې او سيوطي په درالمنثور کې د پورتني آيت تر تفسير لاندې راوړى دى او سيوطي ددې روايت نسبت  عبدالرزاق،عبد بن حميد،ابن جرير ،ابن منذر،ابن ابي  حاتم ،طبراني ، ابن عساکر د مجاهد د زوى عبدالوهاب له پلار له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى.

رياض النضره :2ټوک،206 مخ هغه له حضرت ابن عباس  نه نقل کړي،چې په نقل کې يې دا زياتوالى هم راغلى،چې پېغمبراکرم وپوښته: دا څلور درهمه دې په کوم نيت نفقه کړل ؟ حضرت علي : په دې  هيله،چې د وعدې مستحق شم،چې خداى يې وعده ورکړې ده. د خداى استازي ورته وويل : تا د هغې وعدې استحقاق وموند او بيا کوم آيت،چې راغلى و، ورته يې ولوست او بيا وايي : مجاهد،ابن االسائب هم دا حديث نقل کړى دى . فخر رازي په کبير تفسير کې د پورتني آيت تر تفسير لاندې دا روايت په لږ توپير نقل کړى دى .

(صواعق المحرقه ؛78مخ ) له واقدي له حضرت ابن عباس څخه او شبلنجي؛ نورالابصار:70 مخ د واحدي له تفسير نه پر خپل سند له حضرت ابن عباس څخه او د اسباب النزول په 64 مخ کې له مجاهد نه نقل کړى دى او د مجاهد په نقل کې کلبي ويلي: دا آيت د حضرت علي په اړه راغلى،چې څلور درهمه يې درلودل اوهغه ټول يې انفاق کړل .

 

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا (مريم؛96)

د حضرت علي به باب راغلى دى

(زمخشري په کشاف کې ) د پورتني آيت په تفسير کې وايي : روايت دى،چې پېغمبراکرم (ص) ، حضرت علي ته وايي : علي ! ووايه : خدايه ما ته له ځان سره يوه ژمنه وکړه او زما مينه د مؤمنينو په زړونو کې ډېره کړې .علي دا دعا وکړه او ورپسې سملاسي دا آيت راغى .

سيوطي هم دا روايت په درالمنثور کې داسې راوړى دى : خدايه ستا پر وړاندې مې مينه او د مؤمنينو پر وړاندې مې مينه زياته کړې .

 او دا روايت ابن مروديه او ديلمي له براء نه نقل کړى دى .

هيثمي؛مجمع:9ټوک ،125 مخ  هم دا روايت نقل کړى او هغه يې د طبراني اوسط ته نسبت ورکړى دى .

رياض النضره :2ټوک،207 مخ وايي : او يو له هغوى ځنې؛يعنې هغه آيتونه،چې د حضرت علي په باب راغلي دي،يو يې هم د (سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا) آيت دى،چې امام ابوحنيفه (ره) ويلي : په دنيا کې به داسې مؤمن پاتې نشي،چې په زړه کې به يې د علي مينه نه وي (د حافط سلفي د نقل له مخې) او همداراز دا روايت ابن حجر د صواعق په 102 مخ کې او شبلنجي د نورالابصار په 101 مخ کې له ځينو محدثينو له محمد بن حنفيه نقل کړى او تر نقلولو وروسته يې ويلي : دا آيت د علي په اړه  راغلى دى .

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ (بينه؛7)

د حضرت علي په باب راغلى دى

(تفسير ابن جرير طبري :30ټوک،171 مخ) پر خپل سند له ابي  الجارود له محمد بن علي روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم (ص)،حضرت علي ته وويل : علي!  ((خَيْرُ الْبَرِيَّةِ))  ته او ستا لارويان دي .

سيوطي هم په درالمنثور کې تر پورتني آيت لاندې  له ابن عساکر له حضرت جابر بن عبدالله  روايت کړى،چې و يې ويل : د خداى له استازي سره وو، چې حضرت علي راغى او رسول اکرم (ص) موږ ته وويل : قسم پر هغه خداى دى،چې ژوند مې د هغه په لاس کې دى؛داچې را روان دى او لارويان يې پخه خبره ده، چې د قيامت د ورځې رستګاران دي او بيا دا آيت راغى : (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ)؛ نو ځکه علي به چې راغى؛ نو د خداى د استازي اصحابو کرامو به ويل : خير البريه راغى . دا روايت  ابن عدى ،ابن عساکر له  سعيد نه په رفع توګه نقل کړى او ابن عدى هم له حضرت ابن عباس څخه  هم نقل کړى او ابن مردويه له  حضرت علي هم نقل کړى،چې رسول اکرم ماته وويل: د خداى وينا دې واورېده، چې ويې ويل: (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ) چې هغه ته او ستا لارويان دي او زموږ او ستاسې موعد د کوثر د حوض تر غاړې دى،هغه مهال چې امتونه د حساب لپاره محشور شي؛نو تاسې به د “غر محجل” په نامه يادېږئ.

(صواعق المحرقه؛96 مخ) وايي : ددې آيت په تفسير کې حافط جمال الدين زرندي له حضرت ابن عباس څخه روايت کړي چې ويلي يې دي : هغه مهال چې دا ايت راغى؛نو د خداى استازي،حضرت علي ته وويل : هغه ته او ستا لارويان دي،چې ته او لارويان به دې د قيامت پر ورځ  خوښ ياست او ستا دښمنان به غوسه او خپګان راځي. حضرت علي وپوښتل: زما دښمن څوک دى؟رسول اکرم (ص) ورته وويل : هغه چې ځان له تا بېزاره کړي او پر تا لعنت ووايي.

 دا روايت شبلنجي د نورالابصار په 70 او 10 مخونو کې هم راوړى دى.

 

أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ( توبه ؛19)

د حضرت علي په باب راغلى دى

(واحدي ؛اسباب النزول:182 مخ ) وايي : حسن،شعبي او قرطبي ويلي دي : دا آيت  د حضراتو، علي، طلحه او عباس په اړه  نازل شوى دى او کيسه يې داسې وه،چې دې درې کسانو پر يو بل وياړنې کولې ؛ حضرت طلحه ويل : زه د خداى د کور کونجيدار يم او د خداى د کور پرده راسره ده . حضرت عباس ويل : زه حاجيانو ته اوبه ورکوم . حضرت علي ويل : نه  پوهېږم، چې تاسې څه واست،زه شپږ مياشتې مخکې تر ټولو پر لمونځ درېدلى يم او زه د خداى په لار کې مجاهد يم او تردې خبرو وروسته ول، چې همدا آيت را نازل شو .

دا روايت ابن جرير طبري هم د خپل تفسير د لسم ټوک په 68 مخ کې پر خپل سند له سدي او فخر رازي په خپل تفسير کې د پورتني آيت په تفسير کې او فخر رازي د تکاثر د سورت په تفسير کې نقل کړى دى او ويلي يې دي،چې عقل راښيي،چې تکاثر او تفاخر په هر ځاى کې ناوړه او رټلى وي؛ځکه که تفاخر په حقيقي تفاخرونو کې وي ؛نو عقل يې خوښوي او ناوړه يې نه ګڼي او يو يې هم د حضرت عباس وياړنه او تفاخر و، چې حاجيانو ته يې د اوبو ور رسولو دنده درلوده او کومه وياړنه،چې “شيبه” وکړه،چې د خداى د کور کونجي ورسره ده ( تر دې چې وايي ) بيا حضرت علي وايي :ما په توره د کفر خرطوم پرې کړ او کفر مې بې پته او بې عزته کړ؛بيا نو تاسې اسلام ته مخه  کړه .دا ځواب پر دواړو سخت پرېووت،چې دا آيت راغى .

 

وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ (صافات /٢٤)

(صواعق المحرقه؛٨٩ مخ ) وايي :  (وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ) څلورم آيت دى،چې د حضرت علي په باب نازل شوى دى او بيا وايي : ديلمي  له حضرت ابي  سعيد خدري نقلوي،چې د  خداى استازي  دا آيت ووايه او ويې ويل : د علي له ولايته مسئول دي او بيا وايي : د  واحدي مطلب هم همدا روايت دى،چې ددې آيت په تفسير کې يې ويلي: روايت دى، چې مسئول د حضرت علي او د اهلبيتو دي؛ځکه خداى خپل استازي ته ويلي ول، چې خلکو ته ووايي : د خپل رسالت پر وړاندې د خپلوانو له مينې پرته هېڅ نه غواړم او ددې آيت مانا هم دا ده، چې آيا هاغسې،چې په کار دي، له اهلبيتو سره مو مينه کړې که نه ؟ او ايا د اهلبيتو په اړه د رسول اکرم پر سپارښتنو مو عمل کړى که نه ؟ او که د هغوى حق مو ضايع کړى؛نو له پوښتنې مراد مطالبه او آثار دي؛دا د واحدي خبره ده.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ  (مائده : ٥٤ )= مؤمنانو! له تاسې،چې څوك له خپل دينه واوړي ( خداى ته زيان نشي رسولاى) خداى به داسې خلك راولي،چې ورته ګران وي او خداى (هم ) هغوى ته ګران وي،د مؤمنانو پر وړاندې به عاجز وي او پر كافرانو به تېز او سخت وي،د خداى په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملامتوونكي له پړې اچولو به نه وېرېږي، دا د خداى لورنه ده،چا ته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او د خداى (لورنه) پراخه او (پر مستحقينو) پوهېدونکى دى .))

فخر رازي په کبير تفسير کې تر پورتني آيت لاندې وايي : يوې ډلې وويل: دا آيت د حضرت علي په اړه  نازل شوى دى او دليلونه يې دوه دي : ړومبى : چې کله رسول اکرم غوښتل د خيبر د جګړې مشري حضرت علي ته ورکړي؛نو يوه ورځ يې ترې مخکې وويل : (( سبا به د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او رسول يې پرې ګران او هغه هم پر خداى او رسول يې ګران دى )).

دويم : تر پورتني آيت وروسته د ولايت آيت ؛يعنې (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ) راغلى، چې هېڅ څوک ترې منکر نه دي، چې د حضرت علي په اړه  راغلى دى ؛ نو ښه داده،چې ووايو : پورتنى آيت هم د علي په اړه  راغلى دى .

 

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (توبه :١١٩)= مؤمنانو! د خداى (د فرمان له مخالفته ) ووېرېږئ او له رښتينو سره اوسئ . ))

( سيوطي په درالمنثور کې ) تر پورتني آيت لاندې وايي : له حضرت ابن عباس څخه روايت دى : له (( صادقين )) نه مراد حضرت علي دى او بيا وايي : ابن عساکر له ابي  جعفر څخه روايت کړى چې د پورتني آيت په تفسير کې وايي : مراد دادى چې له حضرت علي سره شئ .

((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ (نحل : ٤٣) = او تر تا مخکې مو (هم) يوازې سړي لېږلي،چې وحې مو ورته کوله؛نو که نه پوهېږئ (د کتابيانو) پوهان وپوښتئ  (چې تعجب و نه كړئ، دا سلام پېغمبر يوازې له همدې سړيو رالېږل شوى دى) ))

((وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ (انبياء : ٧)= او موږ تر تا مخكې يوازې سړي (چې انسانان او د بشر له جنسه وو، د پېغمبرانو په توګه) لېږلي ول،چې وحې مو ورته کوله که نه پوهېږئ (؛نو) د اسماني كتابونو څېړونكي وپوښتئ .))

تفسير ابن جرير طبري :١٧ ټوک، ٥ مخ له جابر جعفي نه روايت کړى، چې وايي : چې کله دا آيت راغى؛نو حضرت علي وويل : “اهل ذکر” موږ يو .

((وَأَذَانٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الأَكْبَرِ أَنَّ اللّهَ بَرِيءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ  ( توبه:٢)= نو (مشركانو!) څلور مياشتي ( نور مهلت لرئ،چې ) پر ځمكه وګرځئ (او چېرې،چې ځئ،ولاړ شئ او فكر وكړئ) او پوه شئ،چې تاسې خداى بېوسې كولاى نشئ (او نه يې د ځواک له منګولو تښتېداى شئ او پوه شئ) چې خداى د كافرانو رسواكوونكى دى . ))

سيوطي په درالمنثور کې تر پورتني آيت لاندې ليکي : ابن ابي  حاتم له حکيم بن حميد څخه روايت کړى، چې وايي : علي بن الحسين ماته وويل : د خداى په کتاب کې د علي لپاره ځانګړى نوم دى،چې خلک ترې خبر نه دي . ورته مې وويل : هغه کوم نوم دى ؟ راته يې وويل : مګر د (وَأَذَانٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الأَكْبَرِ) آيت دې نه دى اورېدلى . پر خداى قسم چې اذان ،علي دى .

((فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ (تين :٧)= نو (تر دې څرګندو دلايلو) وروسته څه څيز تاسې د جزا( له ورځې) منكرېدو ته اړ كړئ؟! ))

(د بغداد تاريخ :دويم ټوک،٩٧ مخ ) په خپل سند له حضرت انس نه روايت کړى، چې کله د تين سورت راغى؛نو رسول الله مبارک دومره خوشحال شو،چې ټول يې پر خوښۍ خبر او خوښ شو او له حضرت ابن عباس څخه،چې ددې آيت تفسير وپوښتل شو؛نو راته يې وويل : د تين له ټکي مراد د شام سيمه ده او تردې چې و يې ويل : د (فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ) له جملې مراد، حضرت علي دى .

 (د بغداد تاريخ:پينځم ټوک،١٥ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي :  د خداى له فضل نه مراد پېغمبر اکرم او له رحمت نه يې مراد ،حضرت علي دى .

((أَفَمَن وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَن مَّتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ  (قصص/٦١)=ايا هغه چې موږ ورسره ښه وعده كړې او ورته به ورسېږي،د هغه چا په څېر دى، چې موږ ورته د دنيوي ژوند وسايل وركړي دي بيا د قيامت پر ورځ (د حساب او سزا لپاره) له وروستونيو وي؟! ))

 

(تفسير ابن جرير طبري؛٢٠ ټوک،٦٢ مخ ) په خپل سند له مجاهد نه روايت کړى،چې وايي : د (أَفَمَن وَعَدْنَاهُ)آيت د حضرت حمزه، حضرت علي او ابوجهل په اړه  نازل شوى . دا روايت واحدي هم د اسباب النزول په کتاب کې  په خپل سند له مجاهد نه نقل کړى . محب طبري هم په رياض النضرة؛دويم ټوک،٢٠٧ مخ کې راوړى او ويلي يې دي، چې مجاهد ويلي دي: دا آيت د حضرت حمزه ، حضرت علي او ابوجهل په باب راغلى دى .

((أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِّن رَّبِّهِ فَوَيْلٌ لِّلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (زمر:٢٢) ايا خداى چې د چا سينه د اسلام (منلو) ته پرانستې وي او(په پايله كې هغه) د خپل پالونكي له لوري له يوې رڼا څخه برخمن دى (د مړ زړي سړي په څېر دى؟!)؛ نو پر هغوى افسوس،چې د الله د ياد پر وړاندې سخت زړي وي! هغوى ښكاره بې لارې دي . ))

(رياض النضره؛دويم ټوک،٢٠٧ مخ ) وايي : يو له هغو آيتونو، چې د  حضرت علي د فضايلو په اړه  راغلى د (أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ) آيت دى، چې حضرت علي،حضرت حمزه او ابولهب او اولاد يې په پرتله شوي، بيا وايي:واحدي او ابوالفرج هم دا روايت راوړى دى .

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (احزاب/٢٣) = په مؤمنانوكې داسې سړي شته،چې له خداى سره پركړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي دي) او ځينې ( لا ورته) سترګې پر لار دي او له  سره يې (خپله ژمنه) وا نه ړوله .))

(صواعق المحرقه :٨٠ مخ ) وايي : حضرت علي د کوفې پر منبر ناست و، چې ددې آيت په اړه  وپوښتل شو، په ځواب کې يې وويل : دا زما او زما د تره حمزه او زما د تره د زوى عبيدة بن حارث بن عبدالمطلب په اړه  راغلى دى؛ځکه عبيده د بدر په جګړه کې شهيد شو،حمزه د احد په جګړه کې او زه هم په تمه يم،چې ددې امت تر ټولو کينه کښ مې پر وينو ولړي او بيا يې خپلې ږيرې او سر ته اشاره وکړه او ويې ويل : دا هغه ژمنه ده،چې محبوب مې ابوالقاسم راسره کړې ده ( د حديث تر پايه) .

دا روايت شبلنجي هم د نورالابصار د کتاب په ٩٧مخ کې د ابن صباغ د فصول المهمه له کتابه راخستى دى .

((وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ (زمر/٣٣)=

(سيوطي په درالمنثور کې ) تر پورتني آيت لاندې ليکي : ابن مردويه له حضرت ابي  هريره روايتوي،چې دخداى استازي وويل : (وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ) زه يم او (وَصَدَّقَ بِهِ) علي دى .

مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ . بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ. يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ  (رحمن :٢٠،١٩،٢١)= دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي دي،چې سره يو ځاى کېږې، چې ترمنځ يې پرده ده،چې يو هم ترې نه تېرېږي (او يو له بل سره نه ګډېږي). ))

(سيوطي په درالمنثور کې ) د پورتني آيت په تفسير کې وايي : ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې و يلي يې دي : د (مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ ) په غونډله- جمله کې له دوو سمندرونو مراد،حضرت علي او بي بي فاطمه ده او د (بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ ) په غونډله کې له برزخه مراد رسول الله مبارک او د (يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ) په غونډله کې له لوء لوء نه مراد حسن او حسين دي.

همدا روايت ابن مردويه له انس بن مالک څخه او شبلنجي د نورالابصار د کتاب په ١٠١ مخ کې له انس بن مالک څخه راخستى دى .

((وَالْعَصْرِ . إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ .إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (عصر)= پر زمانې قسم! بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى . خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې په حق سپارښتنه او په زغم سپارښتنه  کړې وي . ))

(سيوطي په دارالمنثور کې ) د عصر د سورت په تفسير کې ليکي : ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې وايي : له (وَالْعَصْرِ . إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ) څخه مراد ابوجهل بن هشام او له (إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ) څخه مراد حضرت علي او حضرت سلمان دي .

((أًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاء مَّحْيَاهُم وَمَمَاتُهُمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ ( جاثيه :٢١)= ايا هغوى چې ناوړه چارې او ګناهونه يې كړي دي،انګېرلې ده،چې موږ به يې له هغو كسانو سره برابر كړو،چې ايمان يې راوړى او ښه (چارې) يې كړې وي (داسې) چې د هغو ژوند او مرګ برابر وي؟! هغوى څومره ناوړه پرېكړه كوي!.))

(فخر رازى په کبير تفسير کې ) د جاثيه په سورت کې د پورتني آيت په تفسير کې ليکي :کلبي ويلي : دا آيت د حضرت علي، حضرت حمزه، عبيده او درې منافقينو په اړه  نازل شوى،چې نومونه يې دادي : عتبه،شيبه او وليد بن عتبه،چې مؤمنانو ته يې ويل : پر خداى، چې تاسې هېڅ څه نه لرئ اوکه  تاسې رښتيا هم وياست؛نو په اخرت کې به زموږ حالت تر تاسې ډېر غوره وي؛لکه څنګه چې په دنیا کې زموږ حالات تر تاسې غوره دي،چې خداى په دې آيت کې د منافقينو دا خبره رد کړې او ويلي يې دي،چې داسې نشي کېداى،چې خداى د مؤمنو په پرتله به د کفارو حالات ښه وي .

((وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاء بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا  (فرقان :٥٤)= او (الله) هغه ذات دى،چې له اوبو يې يو بشر پيداكړ بيا يې ترې (د خپلولۍ) د نسب او خسرګنۍ لړۍ وغځولې (او له دې دوو لارو يې د هغه نسل پراخ كړ) او ستا پالونكى تل وسمن دى . ))

(نورالابصار؛شبلنجي،١٠٢ مخ ) وايي : له محمد بن سيرين څخه روايت دى،چې وايي : دا آيت د رسول الله مبارک او حضرت علي په اړه  راغلى،چې هم يې د تره زوى دى او هم يې ورته لور ناسته ده، چې حضرت علي هم په نسب کې رسول الله مبارک ته رسي او هم په خپلوۍ؛يعنې زومتوب کې .

 

د حضرت علي د دښمنانو په اړه  راغلي آيتونه

(زمخشري په کشاف تفسير کې ) د ((وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا (احزاب/٥٨)= او هغوى چې مؤمن نارينه او مؤمنې ښځې(بې ګناه او) بې له دې،چې(ناروا) يې کړى وي،ځوروي؛ نو په يقين چې د غټو دروغو او ښكاره ګناه پېټى يې پر اوږو كړى دى  ))   آيت په تفسير کې ليکي :دا آيت د هغه منافقينو په اړه  راغلى،چې حضرت علي يې کړاوه . واحدي هم په خپل سند (اسباب النزول؛٢٧٣ مخ ) کې وايي : مقاتل ويلي : دا آيت د حضرت علي د دښمنانو په اړه  راغلى او ول داسې منافقين،چې حضرت علي يې کړاوه .

((إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُواْ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ (مطففين:٢٩ )= په واقع كې (په دنيا كې) ګناهكارانو تل په مؤمنانو پورې خندل ))

(زمخشرى په کشاف تفسير کې ) د پورتني آيت تر تفسير لاندې ليکي : يوه ورځ حضرت علي له څو کسانو سره روان و، چې منافقان يې رامخې ته شول او پر حضرت علي يې ملنډې ووهلې او بيا چې له خپلو ملګرو سره يو ځاى شول؛نو پر ملنډو يې وويل : هغه اصلع (هغه چې د سر مخکې وېښتان يې نه وي ) مو وليد؛نو حضرت علي لا رسول الله مبارک ته نه و رسېدلى،چې دا آيت راغى .

دا روايت فخر رازي هم په کبير تفسير کې او سيوطي هم د محمد د سورت د ( ٣٠_٢٥ ) آيتونو په تفسير کې راوړى دى او وايي : ابن مردويه او ابن عساکر له حضرت ابي سعيد خدرې روايت کړى،چې د (وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ) تر غونډلې لاندې  وايي : له حضرت علي سره دښمني يې د وينا له لحنه پېژندل کېږي .

 

خداى د حضرت علي له امله ددې امت د نجوا صدقه وبښله

(صحيح ترمذي؛دويم ټوک،٢٢٧ مخ ) په “ابواب تفسير قرآن” کې په خپل سند له حضرت علي نقلوي،چې ويلي يې دي : چې کله د( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً _؛يعنې د ايمان خاوندانو ! چې غواړئ د خداى له رسول سره پسپسکې وکړئ؛ نو مخکې ترې صدقه ورکړئ _) آيت راغى؛نو رسول اکرم له ما وپوښتل : څه سلا ګورې،چې د هر ځل لپاره يو دينار صدقه ورکړي؟ ورته مې وويل : خلک يې وسه نه لري . راته يې وويل : نيم دينار څنګه دى ؟ ورته مې وويل : خلک د هغې وسه هم نه لري . راته يې وويل : نو څومره ؟ ورته مې وويل : يو شعير . راته يې وويل : ته زاهد يې .بيا ورپسې آيت راغى،چې بيا وروسته حضرت علي وويل : زما له امله خداى دې امت ته صدقه ورکول وبښل .

ترمذي وايي : داچې وايي : يو شعير، مراد يې دادى، چې خلک دې د يو غنم هومره سره زر صدقه ورکړي . دا روايت فخر رازي هم په کبير تفسير کې تر پورتني آيت لاندې راوړى او وايي : داچې رسول اکرم ورته وويل،چې ته زاهد يې؛مانا يې دا ده،چې ته په خپله کم پيسې يې او دا اندازه دې هم د خپل جېب په پامنيوي کړې ده او دا مانا،چې فخر رازي کړې،څه بده مانا نه ده او پورتنى روايت ابن جرير طبري هم د خپل تفسير د ٢٨ ټوک په ١٥ مخ کې او متقي هم د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٢٦٨ مخ کې راوړى،چې متقي وايي : دا روايت ابن ابي  شيبه،عبد بن حميد،ابويعلي،ابن جرير ،ابن منذر،دورقي،ابن حيان،ابن مردويه او سعيد بن منصور هم نقل کړى دى ( دا د متقي خبره وه ) محب طبري هم د ذخاير په ١٠٩ مخ کې وايي : دا روايت ابوحاتم نقل کړى او طبري د ذخاير په  ١٠٩ مخ کې له ابوحاتم څخه نقل کړى دى . دا روايت سيوطي هم په درالمنثور کې د پورتني آيت په تفسير کې راوړى دى او دا روايت نورو ډېرو راويانو هم نقل کړى،چې نومونه يې متقي په کنزالعمال کې راوړي،چې دلته يې د راوړو حوصله نشته .

(خصايص نسائي :٣٩ مخ ) په خپل سند نقل کړي،چې کله د نجوى آيت راغى؛ نو د خداى رسول(ص)،حضرت علي ته وويل : خلکو ته ووايه،چې تر نجوى مخکې صدقه ورکړي . حضرت علي وويل : څومره ؟ پېغمبراکرم ورته وويل : يو دينار.حضرت علي ورته وويل : خلک يې وس نه لري، بيا رسول اکرم وويل :نيم دينار.حضرت علي وويل : خلک يې بيا هم وس نه لري . رسول اکرم وويل : نو څومره ؟ حضرت علي وويل : يو شعير . رسول الله مبارک ورته وويل : ته زاهد يې .

بيا پورتنى آيت راغى؛ځکه حضرت علي به تل ويل، چې زما له امله دې امت ته په صدقه ورکولو کې تخفيف ورکړل شو .

 

بې له حضرت علي بل چا د نجوى پر آيت عمل و نه کړ

(تفسير ابن جرير طبري؛٢٨ ټوک،١٤ مخ ) په خپل سند له ليث له مجاهد نه نقلوي : حضرت علي وويل : د خداى په کتاب کې داسې يو آيت دى،چې چا پرې تر ما مخکې او نه به پرې څوک تر ما وروسته عمل وکړي او هغه د (أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً) آيت دى،چې فرض کړي يې دي،چې څوک له رسول الله سره ځانګړې خبرې کول غواړي؛نو مخکې ترې بايد صدقه ورکړي .

دا روايت زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د مجادله په سورت کې د پورتني آيت تر تفسير لاندې ليکلى او په روايت کې يې حضرت علي په پاى کې وايي :ما يو درهم درلود، چې لس ديناره مې کړ او هرکله به مې چې د خداى له رسول سره نجوى کوله؛ نو صدقه به مې ورکوله . بيا کلبي وايي : لس واره يې لس درهمه صدقه ورکړه،چې لس مسئلې د خداى له رسوله وپوښتي.

(واحدي هم د اسباب النزول په ٣٠٧ مخ کې ) دا روايت نقل کړى دى او په نقل کې يې راغلي، چې حضرت علي وويل: ما يو دينار درلود، چې مات مې کړ او هر وار به مې،چې د خداى له استازي سره نجوى کوله؛ نو يو دينار به مې صدقه ورکوله،چې يو دينار مې خلاص شو او د نجوى آيت هم نسخ شو او په نسخ کې يې دا آيت راغى : (أَأَشْفَقْتُمْ أَن تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَاتٍ)

فخر رازي هم دا روايت راخستى او په پاى کې وايي :دا روايت ابن جريح،کلبي او عطاء له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى،چې په نقل کې يې راغلي : اصحاب،چې له رسول الله سره له نجوى منع شول؛ خو دا چې مخکې ترې صدقه ورکړي،چې بې له حضرت علي بل يوه هم دې صدقې ته غاړه کېنښووه او بيا ترې وروسته بل آيت راغى او دا بنديز يې لرې کړ.

(تفسير ابن جرير طبري؛٢٨ ټوک،١٤ مخ) په خپل سند له ابي نجيع او هغه هم له مجاهده همدا مضمون راخستى دى . سيوطي هم په درالمنثور کې د مجادله د سورت د پورتني آيت په تفسير کې دا روايت له سعيد بن منصور،ابن راهويه،ابن شيبه،عبد بن حميد،ابن منذر،ابن ابي  حاتم،ابن مردويه او حاکم ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى دى) څخه راخستى دى .

سيوطي وايي : دا روايت عبدالرزاق،عبد بن حميد،ابن منذر او ابن ابي  حاتم له مجاهد نه نقل کړى دى .

او همداراز وايي : سعيد بن منصور هم همدا مضمون له مجاهد نه نقل کړى او په اخر کې راغلي،چې دا آيت نسخ شو او بې له حضرت علي پرې هيچا هم عمل و نه کړ .

او همداراز وايي :دا روايت عبدبن حميد له سلمة بن کهيل نه روايت کړى دى .

(کنزالعمال؛ درېم ټوک، ١٥٥ مخ ) له عامر بن واثله نقلوي،چې وايي : زه د شورا پر ورځ په وره کې ولاړ وم،چې د اصحابو شور زوږ شو،چې د  حضرت علي له خولې مې واورېدل : خلکو له حضرت ابوبکر سره بيعت وکړ؛ خو پر خداى چې دې کار ته ترې زه غوره او وړ يم او بيا يې وويل : تاسې ته قسم درکوم،چې آيا په تاسې کې داسې څوک شته،چې له رسول الله سره به ورورولي ولري ؟ خلکو ورته وويل : نه ! بيا يې وويل :آيا په تاسې کې بې له ما بل څوک شته،چې د نجوى پر آيت به يې عمل کړى وي او ددې آيت تر راتګ وروسته به يې دولس ځل د خداى له استازي سره نجوى کړې وي؟ ټولو ورته وويل : نه !

حضرت فاطمة الزهرا

بزرګه لوريې فاطمه ده                     د بزرګۍ پري خاتمه ده[46]

                                                                         

 

خوشحال بابا د فاطمة الزهرا په درناوي کې وايي:

 

                          له اوله تر آخره که ګرو هــــــــــيږي

                          د((بتول)) اولاد مې واړه نور بصر دي

 

بزرګه لور يې فاطمه ده            د بزرګې پرې خاتــــــــــــــــمه ده

مرتضى د ددې شوهر دى            چې تربور د پېغمـــــــــــــــــبردى

امامــــان دي تروزوولي             پاک نبي واړه ســــــــــــــــتايلي

 شواهد د نــــــــبوت دي             ښايســــته د امامـــــــــــــــت دي

صلوات له ما پــــه واړو             تحـــــــــــيات له ما پـــــــــه واړو

زه دوســتدار د ده دآل يم             په دوستۍ کې يې خوشــحال يم

چې دښنه يې  د اولاد وي             هــــــغه کل پــــــه بلا يــــــاد وي [47]

                                               

 

 

د فاطمة الزهرا زوکړه

فاطمة الزهرا جنتي مېوه ده :

      حضرت جبراييل امین پرپېغمبر اكرم نازل شو او ويې وويل: ((خداى درباندې سلام وايي او تر څلوېښتو ورځو پورې حضرت خديجې ته مه نږدې كېږه.))

په دې موده كې به پېغمبر اكرم  د ورځې روژه و او د شپې يې لمونځونه كول .پېغمبر اكرم د حضرت “عمار” (رض) له لارې حضرت خديجې ته خبر ولېږه،چې زما لرېوالى د خداى امر دى او په دې موده كې د “فاطمې بنت اسد” په كور كې يم.

 له دې مودې وروسته پرښته نازله شوه او ويې وويل :((په دې جنتي مېوه روژه ماته كړه!))

پېغمبراكرم (ص)،چې غوښتل مستحب لمونځ وكړي؛خو پرښتې وويل: ((رسول الله ! نن مستحب لمونځ پرېږده او خپل كور ته ولاړشه.)) پېغمبراكرم له حضرت خديجې سره کوروالى وکړ او دا د حضرت فاطمة الزهرا څاڅکى شو.[48]

ارواښاد “محب الدين طبري شافعي” او ارواښاد “حافظ خطيب بغدادي” له “بغداد تاريخ” له حضرت عايشې بي بي روايت كړى،چې:((يوه ورځ مې رسول اكرم ته وويل:ولې فاطمه دومره ښكلوې؟ راته يې وويل : هو عايشې ! چې اسمان ته يې بوتلم؛نو جبراييل جنت ته دننه كړم او يوه مڼه يې راكړه او و مې خوړه،چې دا د فاطمې څاڅکى شو او چې راستون شوم؛نو له خديجې سره مې کوروالى وکړ او “فاطمه” له همدې څاڅکي ده؛نو فاطمه په انساني بڼه حوره ده  او زما،چې د جنت  بوى  ته شوق وشي؛ نو بويوم يې .[49]))

     ارواښاد “جلال الدين سيوطي” په “دارالمنثور” تفسير كې تر “معراج” آيت لاندې له “طبراني” له حضرت عايشې بي بي روايت كړى،چې: ((رسول اكرم ويلي: چې اسمان ته يې بوتلم او جنت ته يې دننه کړم؛نو تر يوې ونې لاندې ودرېدم،چې دغسې ښكلې ونه مې نه وه ليدلې،شنې پاڼې او ښايسته مېوه يې درلوده،مېوه مې راوشكوله او ومې خوړه او دا د فاطمې څاڅکى شو اوس،چې مې هغه بوى ته شوق راشي؛نو فاطمه بويوم.[50]))

ارواښاد “حاكم نيشاپوري” له “سعيد بن مالك” نه روايت كوي، چې دا مېوه “بهي” و.

 “محب الدين طبري” وايي: ((پېغمبر اكرم ويلي: جبراييل را ته له جنته مڼه راوړه،چې ومې خوړه؛نو له خديجې سره مې کوروالى وکړ او په فاطمه “دوه ځانې” شوه او ويې ويل:”سپك حمل مې اخستى او پېغمبره  ته چې بهر وځې؛ نو دا راسره خبرې كوې.”))

 د قريشو ښځو له حضرت خديجې سره تګ را تګ نه كاوه او ويل يې،چې: (( تا زموږ خبره ونه منله او له يتيم (پلار مړي) سره دې واده وكړ))؛نو حضرت خديجه تر واده وروسته د حضرت محمد (صلی الله عليه و اله) په كوركې ځان ته وه او حضرت فاطمې  په خېټه کې ورسره خبرې كولې. [51]

د کوثر زېرى

     د  پېغمبر اكرم دوه زامن؛ “عبدالله” او “قاسم” په كوچنيوالي كې مړه شوي ول. كفارو ورته ويل: (( د محمد زوی نشته؛نو تر دې وروسته به يې اولاد نه وي .))

پر هغه ورځ،چې درسول اکرم كوچنى زوى “عبدالله” ومړ؛نو يوكينه كښ “عاص بن وايل” ددې پر ځاى،چې له پېغمبر اكرم سره خواخوږي وكړي،د ټولو مخكې چغې كړې : ((محمد بې اولاده شو، ځوځات به يې نه وي، محمد ابتر دى .))

 په دې خبرو پېغمبر اکرم او خديجه بي بي ډېر وځورېدل.حضرت جبراييل پر پېغمبر اکرم نازل شو او ويې ويل: ((رسول الله! د خديجې پر خېټه ماشوم لور ده،چې خداى به ستا ځوځات له همدې وغځوي او د ټولو امامانو مور به وي .))

 پېغمبراكرم  دا زېرى پر خديجې وكړ،چې په اورېدو يې ډېره خوشحاله شوه . [52]

خداى پر پېغمبر اکرم د كوثر سورت نازل كړ .

((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ -فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ -إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ = په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړى دى؛نوخپل پالونكي ته دې لمونځ وكړه اوقرباني وكړه؛[ ځكه ] يوازې ستاكينه كښ (دښمن ) بې سټې دى . ))

“کوثر” له کثرته اخستل شوى،چې د ډېرخير په مانا دى اوڅرګنده ده،چې دا مانا ډېر مصداقونه لري؛لکه وحې،نبوت، قرآن ،د شفاعت مقام،ډېر علم،ښه اخلاق؛خو د سورت وروستى آيت ددې ګواه دى ، چې له کوثره مراد د پېغمبراکرم  ځوځات دى؛ځکه د پېغمبراکرم (صلی الله عليه و اله) بې سترګو او بې ادبه دښمن ورته “ابتر” ووايه او خداى هم د خپل پېغمبر په دفاع کې وويل : (( إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ ))؛ ستا دښمن په خپله ابتر دى؛نوکه له کوثره مراد ځوځات نه وى؛نو د لومړي او درېم آيت ترمنځ اړيکې او په زړه پورې مخونه اومانا  پيدا کولاى نه شو .

د((ابتر)) ټکى په اصل کې “پرې لکۍ” څاروي ته ويل کېږي او په څرګندنه-اصطلاح کې هغوى ته ويل کېږي،چې ځوځات ترې نه وي پاتې ( بې بنياده او ميرات) او داچې د پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله)زامن په ماشوم توب کې مړه شوي ول؛نو دښمنانو به ويل: ((هغه نور ځوځات نه لري او ابتر دى))؛ځکه په جاهلي  دود او فرهنګ کې نجلۍ ددې وړتیا نه درلوده،چې د خپل پلار نوم ژوندى وساتي؛نو د(إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ) جمله ښيي،چې له کوثره مراد د پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) ځوځات دى،چې بېشکه د حضرت “فاطمة الزهرا” له لارې وغځېدو. دا له برکته ډک ځوځات د حضرت خديجې بي بي له لارې د خداى رسول ته ورکړشو.

“فخر رازي” په “کبيرتفسير”کې وايي: ((د فاطمې څومره برکتي نسل دى،چې د “صادق”،”باقر” او “رضا” په څېر امامان ترې زيږېدلي اوسره له دې،چې د امويانو او عباسيانو د حکومت پر مهال د حضرت بي بي فاطمې ډېر نسل ووژل شو؛خو نن سبا يې په زياتره اسلامي هېوادوکې نسل شته.))

پر داسې وخت،چې پلار ته د لور د زوکړې خبر ورکول کېږي؛نو څېره يې له غوسې او شرمه توره اوښته او د ژوندۍ ښخولو په فکر کې به يې شو او په دې لټه کې و،چې څنګه له خلکو وتښتي؛خو پر دې وخت خداى لور ته د “کوثر” لقب ورکوي،چې جاهلي فرهنګ او دود پر الهي او انساني فرهنګ واړوي .

د روايتونوپه رڼا کې،د جنت يوه وياله يا حوض “کوثر” نومېږي ،چې جنتيانو ته به ترې اوبه ورکول کېږي ؛لکه چې پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله ) د “ثقلينو”په متواتر روايتو کې ويلي: ((“کتاب” او”عترت” له يو بله نه بېلېږي څو د قيامت پر ورځ د “کوثر”د حوض ترڅنګ راسره يوځاى شي.))

خداى د خپلو اولياوو ملاتړ دى،هغوى چې پېغمبر ابتر ګانه؛نو خداى ورته قولي او فعلي ځواب ورکړ. د فاطمې ورکړه فعلي ځواب او (هُوَ الْأَبْتَرُ) قولي ځواب دى . خداى نه يوازې د اولياوو؛بلکې د ټولومؤمنانو ملاتړ دى .

((إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ[53]

ډالۍ ورکوونکى خداى (ج) دى ،ډالۍ اخستونکى پېغمبر اکرم او ډالۍ شوې فاطمة الزهرا ده؛نو د(إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ)عبارت کارول شوى، چې د خداى لويي او د ډالۍ سترتوب يې راښيي .

  پېغمبر اکرم ته يې ابتر ووايه ؛نوخداى ورته وويل 🙁إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ)  

 هغوى چې د مخلوقاتو اشرف ته ابتر وايي،ځواب يې دادى،چې خداى ورته کوثر ورکړي ،چې د ټولو عقل ورته حيران شي .

خداى په آيت کې کوثر ته مصداق رانه ووړ،چې همداسې مهم پاتې شي،کېداى شي دې ته اشاره وي،چې د ډالۍ شوي کوثر د برکت ژوروالى وي .

تاريخ ژوندى ګواه دى،چې دا الهي ورکړه کوثر و .په نړۍ  کې هيڅ نسل د بي بي فاطمة الزهرا د نسل هومره پرمختګ او وده نه ده کړې، په تېره بيا  هغوى چې د مور له اړخه هم “سيدان” دي او “سيدان” يې وګڼو؛نو په نړۍ کې د ساداتو شمېر ددې غيبي خبرمعجزه ده.

د پېغمبر اکرم  په څېر انسان ته د کوثر ورکول هغه وخت دا مانا لري،چې ورکوونکى يې د علم،حکمت،قدرت او حکمت سرچينه وي؛نو د کوثر ورکول، د خدايي  صفاتو اوکمالاتوښکارندوى دى .

وايي :((د فاطمې د زوکړې وخت چې راورسېد؛نو خديجې بي بي د قريشو له ښځو مرسته وغوښته؛خو ورته يې وويل:”چې زموږ دې ونه منله او له يتيم سره دې واده وكړ؛ځكه درسره مرسته نه كوو.”خديجه پرېشانه شوه . دغه وخت څلور ښكلې او نوراني ښځې،چې ستايل كېداى نشي،  مرستې ته راغلې او ورته يې وويل: “مه پرېشانه كېږه ! موږ خداى ستا مرستې ته رالېږلي يو.” يوې وويل: “زه ستا نيا “حوا” يم. دويمې وويل:زه “مريم” يم. درېمې وويل: زه “آسيه” يم او څلورمې وويل:زه “كلثوم” د حضرت “موسى” خور يم.[54]

 فاطمه چې وزېږېده؛نو خدای ته پر سجده پرېوته او ګوتې يې اسمان ته ونيوې.[55]

     د بي بي فاطمې د زوكړې په باب د تاريخپوهانو ترمنځ اختلاف دى.ځينې وايي چې : (( له بعثته پينځه كاله مخكې(؛يعنې د كعبې د بياودانۍ پر كال) زيږېدلې ده.))

  ځينې[56] يې له بعثته پينځه كاله وروسته ليكي. ځينې[57] وايي: بي بي زهرا په 23 كلنۍ كې وفات شوه؛نو بايد چې زوكړه يې د بعثت پر كال وي او دا خبره د شيخ طوسي[58]  له وينا سره اړخ لګوي ،چې وايي : (( بي بي فاطمې له علي (ک) سره په ديارلس کلنۍ کې واده وكړ ( تر هجرته پينځه مياشتې وروسته ).

د حضرت فاطمة الزهرا لقبونه

فاطمه په”راضيه”،”مباركه”،”مرضيه”،”محدثه”،”فاطمه”، “صديقه”، “طاهره”، “زكيه”،  “زهرا”،”سيدة النساء العالمين” ، “خير النساء” او “بتول” يادېده.كنيه يې “ام الحسن”،”ام الحسين” او “ام الاسمه” ده .

 په راغليو روايتونو كې ويل شوي،چې په ځينو كې د “فاطمې ” د تسميې وجه په “فاطمې” راغلې او په ځينو كې يې كنيه “ام ابيها” ؛ يعني د پلار مور راغلې ده .

د ((ام)) كلمه آر او منشا ته هم کارول کېږي؛لكه شرابو ته چې “ام الخبائث” وايي،چې د ټولو زيانو او بديو سر چينه ده. “ام القرى” مكې معظمې ته وايي؛نو “ام ابيها”؛يعنې د امامت د لړۍ سرچينه ، آر او منشا او د  پېغمبر اكرم د نبوت له شواهدو ده .[59]

خوشال بابا وايي :

دوستداران د اهل بيت له اوره خلاص دي

بــــې دوستـــۍ يې عــالم کلــه مخــلص دى

فاطمه

حضرت “امام صادق” روايت کړى،چې پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله)حضرت علي(ک) ته وويل: ((علي! پوهېږې فاطمه ولې فاطمه نومول شوې ده؟حضرت علي وويل:نه؟پېغمبر اکرم وويل: داځکه،چې فاطمه او لارويان يې د دوزخ له اوره ژغورل شوي دي .[60]))

حضرت “ابن عبدالله عباس”(رض) روايت کړى: (( پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) وويل:په رښتيا چې لور مې “فاطمه” پرښته ده او د نورو ښځو په څېر يې جامې نه راځي او ځکه فاطمه نومول شوې،چې خداى هغه او لارويان يې د دوزخ له اوره ژغورلي دي.[61]))

همدا شان روايت “سليمان بن ابراهيم قندوزي حنفي” په خپل کتاب “ينابيع المودة” کې له حضرت “جابر بن عبدالله” (رض) هم راوړى.

 

صديقه

“صديق” په دې مانا دى،چې ډېر رښتيا وايي يا په رښتيا ويلو کې بشپړتيا ته رسېدلى وي او کله يې هم دروغ نه وي ويلي او يا داچې کړه وړه يې له خبرو سره پوره اړخ لګوي.

بيا هم ويل شوى صديق هغه دى،څه چې ورته خداى ويلي او څه،چې خداى(ج) خپلو پېغمبرانو ته امر کړى، ددې ټولو تصديقوونکى وي او د خداى (ج) له اړخه پر پېغمبرانو د وحې په هکله شکمن نه وي .

((وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصِّدِّيقُونَ وَالشُّهَدَاء عِندَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ[62] = او هغو کسانو،چې پر خداى او استازيو يې ايمان راوړى دى، هغوى د خپل پالونكي پر وړاندې رښتوني او ګواهان دي،چې اجر او (د ايمان) رڼا يې ورته (خوندي) ده او  هغوى چې كافران شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي ،هغوى دوزخيان دي .))

((وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا[63]= او څوك چې د خداى او پېغمبر اطاعت وكړي (د قيامت پر ورځ به ) د هغو خلكو ملګرى وي،چې خداى پرې خپل  نعمت لورولى دى (؛يعني) له پېغمبرانو او رېښتينو او شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او هغوى ښه ملګري دي . ))

((مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلاَنِ الطَّعَامَ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُونَ [64] =مسيح د مريمې زوى يوازې (د خداى) پېغمبر و،چې په يقين مخكې ترې (نور) پېغمبران (هم) تېر شوي وو او مور يې ډېره رښتينې وه، دواړو خواړه خوړل (؛نو څنګه د مسيح د الوهيت دعوا كوئ اومريم لمانځئ ؟) وګوره چې څنګه ورته موږ ( دتوحيد) دلايل څرګندوو!بيا وګوره،چې هغوى څنګه (له حقه) اړول كېږي! ))

  رسول اکرم هم فاطمه  “صديقه” نومولې ده. په معتبرو سرچينو کې راغلي،چې رسول اکرم،حضرت علي (ک) ته وويل: ((درې څيزونه درکړل شوي،چې ما او بل چا ته نه دي ورکړل شوي، چې دا دي[65] :١- ته مې زوم يې او د رسول الله په شان خُسر لرې او زه د داسې چا زوم نه يم،چې خُسر مې ستا په شان وي .٢- ته د صديقې په څېر مېرمن لرې،چې لور مې ده؛خو زه داسې مېرمن نه لرم.٣- تا ته د “حسن” او “حسين” په څېر زامن درکړل شوي؛خو زه يې په څېر زامن نه لرم؛خو بيا هم تاسې زما او زه ستاسې يم .

پورتنى روايت په لاندنيو کتابو کې هم راغلى دى.[66]

 

المبارکه

برکت د سعادت،ودې او ډېروالى په مانا دى . په “تاج العروس” او  “مفردات راغب” فرهنګي سيندونو کې راغلي: (( هلته چې الهي خير او پېروزېنې د ساتلو،شمېرلو او تللو وړ نه وي؛نو ورته برکت وايي او مبارکې دي.))

د “ابن منظور” په لسان العرب دويم ټوک کې راغلي: (( برکت، وده ، ډېروالی او سعادت دى)) او په لسان العرب کې هم “مبارکة” “برکة” د ډېروالي،ودې او سعادت په مانا دى .

خداى پر فاطمې بي بي ډول ډول پېرزوېنې کړي او د پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) ځوځات يې د فاطمې  له لارې وګرځاوه.

 د فاطمې تر مړينې وروسته دوه زامن او دوه لوڼې پاتې شوې. پر دې سربېره،په “کربلا” کې هم  بې له امام “سجاد زين العابدين” نه د حضرت امام “حسين” ټول زامن شهيدان شول او د حضرت امام “حسن” هم ډېرى زامن شهيدان شول او د حضرت “زينب” (د فاطمې بي بي لور) هم دوه زامن شهيدان شول او د فاطمې  بله لور حضرت “ام کلثوم” هم بې اولاده مړه شوې ده،که څه “ابن قتيبه[67]” وايي،چې حضرت “ام کلثوم” له حضرت عمر( رض) سره واده کړى و او يوه لور فاطمه (يا رقيه) او يو زوى “زيد” ترې زيږېدلي. فاطمې (يارقيه) له “ابراهيم بن نعيم النحام” سره  واده وکړ او د ده په کور کې مړه شوه او کوم اولاد ترې پاتې نه شو او “زيد” هم د “عُويج” او “بني زراع” د ټبرونو په اخ و ډب کې ومړ او حضرت “عبدالله ابن عمر”(رضى الله عنها) يې جنازه وکړه.

 “فخر رازي[68]” د “کوثر” تر آيت لاندې وايي: (( کوثر؛يعنې د پېغمبر اکرم اولاده او دا سورت هغه مهال نازل شو،چې يو تن پېغمبر اکرم ته د بې بنيادۍ پېغور ورکړ او خداى په دې سورت پېغمبر اکرم ته د ورکړ شوي پېغور ځواب ورکړ.))

له حضرت ابن عباس نه[69] روايت  شوى چې : “زه او پلار مې له رسول الله سره ناست وو،چې حضرت علي راننووت او سلام يې واچاوه. رسول الله ځواب ورکړ او په راتګ يې خوشحال شو، له خپل ځايه پاڅېد، لاس يې د حضرت علي پر اوږه کېښود،تندى يې ورښکل کړ او له ځان سره په ښي خواته کېناوه.عباس وويل:رسول الله!علي دې خوښ دى؟رسول الله (صلی الله عليه و اله)وويل: تره! تر ما يې خداى ډېر خوښوي؛دا ځکه خداى د هر پېغمبر ځوځات له پېغمبره غځوي؛خو زما ځوځات يې د علي له لارې غځولى دى  او د علي زامن زما اولاده ده.))پېغمبر اکرم وويل: ((خداى د هر پېغمبر ځوځات له هماغه ګرځوي؛خو زما ځوځات يې له علي ګرځولى دى.[70]))

له حضرت بن اسامة بن زيد نه روايت دى چې:

(( پېغمبر اکرم وويل: علي! ته مې زوم او زما د اولادونو پلار يې، زه ستا يم او ته زما يې.[71]))

له حضرت عمر (رض)روايت شوى چې: پېغمبر اکرم وويل: (( په قيامت کې به هر سبب او نسب غوڅېږي؛خوبې زما له سبب و نسبه،د هر مور اولاده خپل پلار ته منسوبه وي؛خوبې د فاطمې له اولادې،چې زه يې پلار يم.[72]))

طاهره

د فاطمة الزهرا بل نوم طاهره دى،چې د پاک او سوتره په مانا دى.په دې موضوع به په راتلونکيو څپرکيو کې رڼا واچول شي.

 

بتول

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَاء فِي الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىَ يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ [73] = او (د ښځو) د مياشتنۍ جامې په باب دې پوښتي،ورته ووايه : ((هغه يو رنځ دى؛نوځكه په حيض كې له ښځو بېل اوسئ او تر هغې مه ورنژدې كېږئ،چې پاكې شوې نه وي؛نو چې پاكې شوې؛نو له هغې لارې ورشئ،چې خداى درته امر كړى دى،چې د خداى توبه ګاران او (هم ) پاكان خوښېږي .))

مياشتنۍ جامې د ښځې په روحي او جسمي وضع کې بدلون راولي او يو ډول انفعالي حالت پکې رامنځ ته کېږي او د ښځې د جسم او روح د کمزورۍ لاملېږي؛نو ځکه په مياشتنو جامو کې پر ښځو د شرعي احکامو مکلفيت نشته او په جومات،مسجدالحرام او نبوي جومات کې پاتې کېداى نشي ؛خو فاطمة الزهرا له مياشتنو جامو پاکه وه. 

 (( پېغمبر اکرم وويل: فاطمه بتول نومول شوې؛ځکه خداى (ج) ترې حيض او نفاس لرې کړی دى.[74]))

((پېغمبر اکرم وويل:فاطمه ځکه بتول نومول شوې،چې د ښځو له مياشتنيو جامو پاکه ده او پرې نه راځي.[75]))

په “ارجح المطالب” کې روايت شوى چې: ((پېغمبر اکرم د “بتول” کلمې په هکله وپوښتل شو.رسول الله! له تاسې مې اورېدلي،چې “مريم د عمران لور” بتول وه او فاطمه هم بتول ده. و يې وويل: بتول هغه ده چې مياشتنۍ جامې پرې  نه راځي او دا جامې د انبياوو لوڼو ته مکروه دي.))

له ابن عباس نه روايت دى چې : پېغمبر اکرم وويل: (( لور مې فاطمه د انسان په بڼه پرښته ده،چې له حيض او نفاسه پاکه ده.[76]

 له حضرت انس بن مالکه روايت دى چې: (( پېغمبر اکرم وويل: فاطمې هېڅ کله د حيض او نفاس وينه نه  ده ليدلې .[77]))

له حضرت ام سلمه روايت کړى چې:((پېغمبر اکرم وويل: فاطمې تر لنګوال وروسته او ان د مياشتنو جامو پر مهال وينه نه ده ليدلې.[78]))

له حضرت “ام سلمى”  روايت دى،چې پېغمبر اکرم وويل:

 (( پوه شئ چې زما محراب او جومات پر هرې حايضې او جنب (غسل اوخوتي) سړي حرام دى؛خو بې له اهلبېتو مې،چې علي، فاطمه،حسن او حسين دي.[79]))

د حضرت فاطمة الزهرا كوچنيوالى

 ((وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ [80]= او چې كله د هغوى يو تن ته د لور(د زيږېدو) زېرى وشي؛ نو مخ يې ( له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!)   ))

     پېغمبر اكرم د داسې ناسمو افكارو پر ضد په مبارزه لاس پورې کړ او خداى غوښتل،چې د فاطمې له لارې نړۍ ته د ښځې د عظمت او لوړوالي عملي بېلګه وروښيي؛ځكه  پېغمبر اكرم وايي:

 ((هر اولاد پلار لري،چې نسب يې ورته رسي؛خو بې د فاطمې له زامنو چې زه يې پلار يم او ما ته منسوب دي[81])) .

فاطمې بي بې د وحې په کور کې د خپل پلار تر سيوري لاندې د توحيد زده کړې وکړې،چې کله يې پر پېغمبر اکرم سترګې پرانستې؛ نو پلار يې په ټولنه کې پر سترې دندې بوخت و او ليدل يې،چې خپل پردي ورسره د اسلام د تبليغ له امله کينه لري او له بېلابېلو لارو يې ځوروي.

 ډېر داسې شوي،چې پېغمبر اکرم به په “مسجدالحرام” کې ناست و او قرآن کريم به يې لوسته او مشرکينو به ځوراوه؛خو فاطمې به په  بيړه ځان پېغمبراکرم ته رساوه او د پلار ملاتړ يې کاوه.

د حکمت او مصلحت له مخې، د فاطمې بي بي ټول ژوند له کړاوونو او سختيو سره اغږل شوى و.

حضرت فاطمه د “شعب ابوطالب” پر تودو شګو خاپوړې کړي او دغه وخت پېغمبر اكرم په ډاګه خلك اسلام ته رابلل. کفارو د پېغمبر اكرم ياران يو په بل پسې په تودو شګو كې ځورول، يو شمېر مسلمانانو حبشې ته هجرت وكړ. كفارو په ګډه وپتېيله،چې پېغمبر اكرم ووژني[82] . “ابوطالب” له دې دسيسې خبر شو او پېغمبر اكرم يې له نورو بني هاشمو سره د ابوطالب  درې (شعب) ته بوت . “خديجه” او كوچنۍ فاطمه هم ورسره ول.

 “ابوجهل” له نورو كفارو سره تړون لاسليك كړ،چې پر بنسټ  يې له بني هاشمو او “بني عبدالمطلب” سره په تګ راتګ ، پېر و پلور او د خوراك څښاك پر وركړه  بنديز وي .

 دوى په دره كې درې كاله ايسار ول. حضرت “حمزه”،”عباس” او نورو بني هاشمو به د شپې او ورځې څوکۍ كوله او په سختۍ او پټه يې بني هاشمو ته خواړه راوړل.

 فاطمې په همدې سختو شرايطو كې د مور شيدې خوړې،چې له تي غوڅه شوه. دلته يې په تودو شګو كې خاپوړې او ګرځېدل زده كړل او په خبرو راغله .

 بنديز درې كاله ټينګ و. يو كال وروسته حضرت “خديجه” وفات شوه،خاورو ته تر سپارل كېدو وروسته،چې پېغمبر كور ته راغى؛نو فاطمې په ژړغوني غږ پلار وپوښت :

 ((مور مې چېرته ده ؟))دغه مهال حضرت جبراييل نازل شو او ويې ويل: ((پېغمبره! فاطمې ته ووايه:مور دې د جنت د “زبرجدو” په ښكلې ماڼۍ كې ارام  کوي .))

 

فاطمة الزهرا د پېغمبراكرم ملاتړې وه

      څه موده وروسته “ابوطالب” هم له دنيا سترګې پټې كړې. پېغمبراكرم او فاطمه يې پر مړينه ودردېدل او هغه كال يې پر “عام الحزن” يا “د وير او ماتم” پر کال ونوماوه. د ابوطالب تر مړينې وروسته كفارو خپل زور زياتى لا پسې زيات كړ. يوه ورځ پېغمبر اكرم په كوڅه كې روان و،چې چا پرې خاوره او خځلې واچولې؛خو پېغمبر اکرم ورته هيڅ ونه ويل او همداسې كورته راغى او فاطمې په ژړا د پلار سر ووينځه. پلار يې ورته وويل:

 (( لورې! مه ژاړه، يقين وکړه، چې لوى خداى به دې پلار د دښمنانو له شره خوندي وساتي.[83]))

مسلم په صحيح کې راوړي ،چې پېغمبر اكرم په مسجد الحرام كې لمونځ كاوه،چې “ابوجهل” له خپلې ډلې سره راغى، چې د اوښ پچې هم ورسره وې . پېغمبر اکرم،چې سجدې ته ولاړ؛ نو پچې يې پر شا ورواچولې . “ابوجهل” او ډله يې په خندا شوه. حضرت فاطمه خبره شوه،چټك يې ځان پلار ته ورساوه او له چټليو يې پاك كړ؛خو دوى بيا هم خندل . پېغمبر اكرم پر “ابوجهل”،”عتبه” ، “شيبه”، “وليد” ، “اميه” او “عقبه” لعنت ووايه او دا ټول د “بدر” په جګړه كې هلاك شول .[84]

فاطمة الزهرا

مدينې ته هجرت کوي

     پېغمبر اكرم يارانو ته د مدينې پر لور د هجرت امر وكړ او په خپله له حضرت ابوبكر (رض) سره  د شپې له مكې راووت .

 فاطمه له خپلې مشرې خور “ام كلثوم” سره  له مكې روانه شوه . په لار كې يوه قريشي؛ “حويرث بن نقيذ” د حضرت فاطمې او حضرت “ام كلثوم” (رضي الله عنهما) پر اوښ بريد وكړ،چې دواړه له اوښه راپرېوتې او ټپي شوې؛مسلمانانو چې مكه فتح كړه؛نو پېغمبر اكرم اعلان وكړ: (( كه “حويرث بن نقيذ” د كعبې په پردو هم ځان نغښتى واى، بايد هلاك شي.))

 حضرت علي(ك) د پېغمبر اكرم امر پلي كړ. په پاى کې ټول مدينې ته ورسېدل .پېغمبر اكرم له نورو يارانو سره په ګډه جومات او په څنګ كې يې ورسره کور جوړ كړ،چې ور يې جومات ته و. تر دې وروسته د اصحابو تر منځ د ورورۍ تړونونه وشول او پېغمبر اكرم اعلان وكړ:

(( د خداى په لار كې دوه دوه تنه سره وروڼه شىء.))

پر فاطمة الزهرا مرکې

د فاطمة الزهرا ځلانده څېره :

      فاطمې بي بي ډېره نوراني څېره درلوده. په رواياتو کې راغلي: لمونځ يې چې کاوه؛نو د اسمان اوسېدونکيو يې،له رڼا داسې ګټه اخسته؛لکه د ځمکې اوسېدونکي يې،چې له لمره اخلي.

 حضرت فاطمه د خداى (ج) د رڼا له پرتمه پيدا شوې ده. امام حسين وپوښتل شو: ((فاطمې ته ولې زهرا ويل کېږي؟)) ويي ويل:(( خداى (ج) فاطمه د خپلې رڼا له عظمته پيدا کړه،حضرت فاطمه،چې پيدا شوه؛ نو ځمکه او اسمان يي رڼا کړل او پرښتې هم له ډېرې رڼا خداى(ج) ته پر سجده شوې او په حيرانتيا يي وويل:”خدايه! دا څرنګه رڼا ده؟”ورته وويل شو،چې دا زما له رڼاګانو ده او په اسمانو کې مې کېښووه، چې امامان ترې پيدا شي او حکمونه به مې پلي کوي ،خلکو ته به لارښيي او د وحې تر بندېدو وروسته به پر ځمکه زما ځايناستې وي.[85]))

د فاطمة الزهرا مخ

د څوارلسمې سپوږمۍ په شان ځلېده

      امام رضا وايي: ((سپوږمۍ به چې راښکاره شوه؛نو د حضرت فاطمې رڼا يې بر لاس ښکارېده او چا به د سپوږمۍ رڼا نه شوه ليداى او چې به تېره شوه؛ نو بيا به سپوږمۍ ليدل کېده.[86]))

ام المؤمنين عايشه بي بي وايي: (( د حضرت فاطمې مخ به د شپې ډېره رڼا درلوده او موږ به يې په رڼاکې ګنډل او څرخه کوله،مخ يې ډېر ځلاند و؛ځکه ورته زهرا ويل کېږي .[87]

د مدينې خلک د حضرت فاطمې د مخ رڼا ته حيران ولاړ ول . چا امام صادق وپوښت : ((ولې فاطمې ته زهرا ويل کېږي؟)) ويې ويل: ((حضرت فاطمې به د ورځې درې وارې رڼا درلوده. يو سهار د مدينې د کورونو انګړونه رڼا شول، پېغمبر اکرم يې وپوښت : رسول الله! دا  مو څه وليدل؟ پېغمبر اکرم ټول د حضرت فاطمې کور ته ولېږل،و يې ليدل،چې لمونځ کوي او له لرې ځلېږي. ټولو وليدل ،چې دا د فاطمې رڼا ده؛خلک چې د ماسپښين لمانځه ته راتلل؛ نو کورونه يي په زېړې رڼا راڼه ول او د خلکو جامې هم ژېړې شوې،ټول پېغمبر اکرم ته راغلل او ویې پوښت . آنحضرت يوځل بيا د فاطمې کور ته ولېږل او و يې ليدل،چې حضرت فاطمه پر لمانځه ولاړه ده او ځلېږي؛نو پوه شول، چې د حضرت فاطمې رڼا ده . په لمر پرېواته کې د حضرت فاطمې مخ تک سورشو. دا سره رڼا د مدينې کورونو ته هم ورننووته. خلک بيا پېغمبر اکرم ته راغلل؛نو پېغمبر اکرم بيا د حضرت فاطمې کور ته ولېږل . ويې ليدل،چې حضرت فاطمه خداى ته پر سجده ده او سره رڼا ترې ځلېږي. دا رڼا ترې د امام حسين تر زوکړې پورې ځلېده. دا رڼا د هر امام په مخ کې وه او تر قيامته به ځلېږي .[88] ))

مرکه

     په “مدينه” كې تر مېشتېدو وروسته،ډېرو اصحابو كرامو پر فاطمې بي بي مركې وكړې . روايت دى چې :

 (( لومړى حضرت ابوبکر او ورپسې حضرت عمر (رضي الله عنهما) پر فاطمې د مرکې په موخه پېغمبر اکرم ته ورغلي؛خو پېغمبر اکرم ورته وويل:”په دې اړه د خداى حکم ته پر تمه يم.”[89]))

هيثمي په مجمع الزوايد کې راوړي چې :

((حضرت ابوبکر خپلې لور عايشې او حضرت عمر  خپلې لور حفصې بي بي ته وويل،چې :”موږ ته دې فاطمه له پېغمبراکرم نه وغواړي”؛خو دې دواړو ته هر ځل پېغمبراکرم ويل،چې په دې اړه د خداى حکم ته سترګې پر لار يم.))

 ټول اصحاب كرام پوه ول،چې رسول الله غواړي، فاطمه حضرت علي (ك) ته وركړي؛خو د حضرت علي (ك) له لوري څه حرکت نه و. يوه ورځ حضرت عمر،حضرت ابوبكر او حضرت سعد بن معاذ (رضي الله عنهم ) په جومات كې ناست ول،چې حضرت ابوبكر وويل:

(( څه موده كېږي د رسول الله يارانو او شتمنو پر حضرت فاطمې مرکې وكړې؛خو پېغمبر اكرم وايي،چې په دې هكله د خداى امر ته منتظر يم. بلخوا حضرت علي (ك) تر اوسه پر مرکې نه دى ورغلى؛راځئ چې په ګډه علي ته ورشو،كه غواړي،چې واده وكړي او لاس يې تنګ وي؛نو چې لاسنيوى يې وكړو.[90]))

 حضرت “سلمان فارسي” (رض) وايي :و مې ليدل، چې ټول پر همدې ژمنه د حضرت علي (ك) په لټه له جوماته راووتل.حضرت علي(ك) په كور كې يې پيدا نه كړ او خبر شول،چې د انصارو په باغونو كې کجورې خړوبوي .

حضرت ابوبكر (رض) حضرت علي (ك) ته وويل :”ته په ټولو كمالاتو كې تر نورو غوره يې او پېغمبر اكرم ته هم ځانګړى مقام لرې،د قريشو مشران او نور خلك ورته د حضرت فاطمې پر مرکه  ورغلي ول؛خو پېغمبر اكرم وايي ،چې  د فاطمې د واده په هكله د خداى امر ته منتظر يم ،ګومان كوم خدای او پېغمبر يې فاطمه درته غوره كړى او بل څوك يې وياړ نه  لري،نه پوهېږم ولې رسول الله ته د فاطمې پر مرکه نه ځې؟”

 د حضرت علي (ك) په سترګو كې اوښكې راغلې او ويې ويل:”زه غواړم پر فاطمې  مرکه وکړم؛خو لاس مې تنګ دى .”

 حضرت ابوبكر (رض) وويل:” دنيا او مال  د خدای او د رسول پر وړاندې هيڅ ارزښت نه لري . ژر تر ژره د فاطمې پر مرکه ورشه.[91]

 

د حضرت علي مرکه

حضرت علي كور ته  راغى، پاكې جامې يې واغوستې او د رسول الله كور  ته ولاړ او مخې ته يې كېناست او له شرمه يې سر ښکته کړى و. څو شېبې چوپ ناست و؛خو پېغمبر اكرم ورته وويل:((ګومان كوم كومې اړتيا ته راغلې يې؛خو له ويلو يې شرمېږې،مه شرمېږه و يې وايه.)) حضرت علي (ك) وويل: ((رسول الله! مور و پلار مې  درځار! زه ستا په كور كې ستا تر روزنې او څارنې لاندې لوى شوى يم او زما په روزنه كې مو خورا زيار اېستلى دى. رسول الله! تاسې زما دنيا او آخرت ياست؛نو زه پر فاطمې مرکه راغلى يم.))

 پېغمبر اكرم ورته وويل:(( صبر وكړه،چې له فاطمې وپوښتم.))

 پېغمبر اكرم له فاطمې وپوښتل: ((ګرانې لورې! ته علي ډېر ښه پېژنې،ستا په مرکه راغلى ايا ستا خوښه ده؟))

 فاطمه له حيا او شرمه چوپ پاتې شوه او څه يې ونه ويل. پېغمبر اكرم يې چوپتيا خوښي او رضا وګڼله او په خوشحالۍ حضرت علي (ك) ته راغى او ويې ويل: (( واده ته څه لرې؟))

حضرت علي وويل: ((رسول الله! تاسې زما له وضع ښه خبر ياست؛يوه توره،اوښ او زغره لرم.))

 پېغمبر اكرم وويل: (( دا چې ته مجاهد يې او پر اوښ كار روزګار چلوې؛ نو هماغه  زغره وپلوره.علي! پر تا زېرى وكړم، له تا مخكې جبراييل پر ما نازل شوى و او راته يې وويل:” محمده! خداى(ج) په ټولو مخلوقاتو كې ته خپل رسالت ته غوره كړې او علي يې ستا ورور کړ ،له علي سره د فاطمې نكاح وتړه، پرښتو په پاسنۍ نړۍ كې د نكاح ښادي ترسره کړې او خداى به ورته نېك اولاد وركړي.”[92]))

د نکاح خطبه

     پېغمبراكرم حضرت علي ته وويل :(( ته له ما مخكې جومات ته ولاړ شه! زه هم در روان يم، چې د خلكو پر وړاندې د نكاح خطبه ووايو.)) ټول مسلمانان په جومات كې راټول شول .

د  پېغمبر اكرم دا خطبه په روايتونوكې په بېلابېل ډول راغلې ده. صفوري په نزهة المجالس کې له حضرت انس بن مالکه او سيوطي هم په تخذير الخواص کې روايت کړي،چې رسول الله پر ممبر كېناست او تر حمد و ثنا وروسته يې وويل:

((خلكو! خبر اوسىء،چې جبراييل پر ما نازل شو او د خداى له اړخ يې پيغام راووړ،چې د علي او فاطمې د واده ښادي پرښتو په پاسنۍ نړۍ كې ترسره کړه او امر يې كړى،چې پر ځمكه يې هم وكړم او تاسې پرې ګواه نيسم.))

بيا يې حضرت علي (ك) ته وويل: (( ودرېږه او د نكاح خطبه ووايه.))

 حضرت علي (ك) ودرېد او ويې ويل: ((د لوى خداى پر نعمتونو شكر كوم! بېشكه خداى يو دى او شريك نه  لري . درود دې وي پر محمد  او پر آل يې؛ هغه درود، چې پېغمبر اكرم ته يې لوړ مقام وباښه . خلكو!خداى موږ ته د واده كولو امر كړى دى اوخداى زما او د فاطمې واده  مقدر كړى او امر  يې  پرې كړى. خلكو ! رسول الله، فاطمه ماته  په نكاح كړه او زما زغره يې د هغې مهر كړه.  پېغمبر اكرم وپوښتئ او شاهد وسىء.))

 مسلمانانو وويل : (( رسول الله! فاطمه دې حضرت علي ته نكاح كړې؟))

 پېغمبر اكرم وويل: (( هو!))

 بيا ټولو مسلمانانو لاسونه پورته كړل او دعا يې وكړه، چې خداى دې دا ښادي دربختوره كړي او ستاسې ترمنځ دې دوستي،مينه او محبت نور هم زيات كړي .

 حضرت علي (ك) خپله زغره بازار ته يووړه او حضرت عثمان (رض) ترې واخسته . حضرت علي (ك) دا پيسې له حضرت ام سلمې (رضى الله عنها) سره كېښوولې[93] .

واده

تر كوژدنې ډېر موده وروسته حضرت “ام سلمه” او حضرت “ام يمين” (رضى الله عنهما)،  پېغمبر اكرم ته راغلې او و يې ويل:

 ((رسول الله! كه خديجه ژوندى واى؛نو د فاطمې پر واده به ډېره خوشحاله شوې واى.))

 د حضرت خديجې د نوم په اورېدو د رسول الله په سترګو كې اوښكې راغلې او و يې وويل:((هېڅوك به راته د هغې په شان نشي، هغه وخت،چې  ټولو دروغجن ګڼلم؛نو هغې رېښتينى وبللم او خپله ټوله شتمني يې د خداى د دين په لار كې ولګوله.خديجه هغه ښځه ده،چې خداى يې راته په هكله په جنت كې د زمردو د ماڼۍ زېرى راكړى و.))

– ((رسول الله! حضرت علي (ك) غواړي كه اجازه وركړئ،فاطمه خپل كور ته يوسي او نوى ژوند پيل كړي .))

 پېغمبر اكرم وويل: ((ولې علي را ته په خپله ونه ويل؟))

حضرت ام ايمين وويل: ((شرمېده.))

 پېغمبر اكرم وويل: ((علي ته غږ كړىء.))

 حضرت علي د پېغمبر اكرم  مخې ته كېناست او سر يې له شرمه  ټيټ کړى و. رسول الله ورته وويل : ((غواړې فاطمه خپل كور ته يوسې.)) حضرت علي وويل : (( هو!))

وګورئ:فاطمة الزهرا من المهد الى الحد:186 مخ)

جهېز

      پېغمبر اكرم حضرت ابوبكر،حضرت سلمان او حضرت بلال (رضي الله عنهم) راوبلل او څه پيسې يې حضرت بلال او حضرت سلمان رضي الله عنهما ته وركړې،چې زما لور ته پرې عطر واخلىء او نورې پيسې يې حضرت ابوبكر (رض) ته وركړې،چې جهېز  پرې برابر كړه.

“شيخ طوسي په امالي” كې د حضرت فاطمې جهېز داسې ښوولى دى :

 يو کميس،پړونى،كټ چې د خرما له پاڼو بڼل شوى و،دوه توشكه ، څلور بالښته، پوزى، مېچن، لګن،د اوبو ژى،کټورى،د شيدو كاسه او څو  خاورين لوښي .

 حضرت ابوبكر (رض)  چې دا راوړل؛نو  پېغمبر اكرم  وويل: ((خدايه ! دا واده هغو ته مبارك كړې،چې ډېرى لوښي يې خاورين دي.))

پېغمبر اكرم  په خپلو لاسونو خوړه (وليمه) ورکوي

      پېغمبر اكرم  وويل: (( په واده كې بايد خوړه وركړاى شي، خوښ يم،چې امت مې هم په ودونو كې وليمه وركړي.))

 وروسته حضرت علي (ك) ته يې وويل: ((څوک چې غواړې،بلنه وركړه.))

 حضرت حمزه (رض) دوه اوښان حلال كړل او ټول اصحاب كرام يې راوبلل . پېغمبر اكرم  په خپلو لاسو خواړه اچول او حضرت علي(ك)، حضرت حمزه او حضرت عقيل رضي الله عنهما د مېلمنو چوپړ ته ولاړ ول.

 د پېغمبر اكرم  په مباركو لاسو رابللي ماړه شول . پاتې خواړه هغو ته واستول شول،چې واده ته نه ول راغلي. د پېغمبر اكرم په امر په يوه لوښي كې خواړه فاطمې اوحضرت علي (ك) ته ولېږل شول. د پېغمبر اكرم مېرمنو فاطمه ناوې كړه.رسول الله حضرت علي (ك) خپل ښي او حضرت فاطمه کيڼ لوري ته كېنول . دواړه يې سينې ته نږدې او تندي يې ښكل كړل،بيا يې حضرت علي (ك) ته وويل: (( فاطمه ښه او غوره مېرمن ده)) او حضرت فاطمې ته يې وويل: (( علي ښه او غوره مېړه دى.)) پېغمبر اكرم ښځو ته امر وكړ، چې فاطمه په ښادۍ‌‌‌‌‌‌‌خپل كور ته يوسئ او په لار كې داسې ښادي وكړئ،چې خداى پرې ناراض نشي. ام المؤمنين عايشې بي بي دا شعرونه ويل :

((ښځو! ځانونه پټ كړئ،په خپلو ژبو يوازې ښې خبرې وکړئ،د پالونکي نوم واخلـىء،چى موږ يې د اسلام په دين خپل بندګان كړو. ستاېنه لوى بښونكي او وسمن خداى ته ده، خداى دا نجلۍ پاك او ښه مېړه ته غوره كړې ده.))

د واده شپه

پېغمبراكرم د فاطمې كوټې ته راغى او امر يې وكړ،چې په لوښي كې اوبه راوړئ،لږې يې پر حضرت علي وشيندلې،په نورو حضرت علي  اودس وكړ .  بيا يې د حضرت علي او حضرت فاطمې مخونه ښكل كړل او لاسونه يې اسمان ته پورته كړل : خدايه! ښادي يې بختوره كړه. نېك او صالح اولاد وركړې . خدايه! دا دواړه زما دي او زه د دوى يم، دوى له چټليو پاک کړه؛لکه چې زه دې له چټليو پاک کړى يم.

 پېغمبر اكرم چې له كوټې وته؛نو حضرت فاطمه پر ژړا شوه. پېغمبر اكرم  ورته وويل: ((لورې ته مې داسې سړي ته وركړې يې،چې په ايمان،پوهه،تقوى او صبر كې تر ټولو غوره دى .))

 بيا يې د كوټې ور په دواړو لاسو ونيو او و يې ويل: (( خداى دې تاسې او ستاسې نسل پاك او صالح كړي.))

 پېغمبر اكرم امر وكړ،چې ټولې ښځې دې ولاړې شي؛خو حضرت سلم بنت عميس پاتې شوه[94].پېغمبر اكرم ترې د پاتې كيدو پوښتنه وكړه.و يې وويل: (( رسول الله!خديجې د مړينې پر وخت راته وويل:”هر نجلۍ‌د واده پر شپه يوې ښځې ته اړتيا لري او رازمنه يې وي،زه له دې نړۍ ځم او وېرېږم،چې فاطمه هغه مهال څوك و نه لري .”ما ورته وويل : كه ژوندۍ وم؛ نو زه به دا كار وكړم.))

 دحضرت خديجې د نامه په اورېدو د رسول الله په سترګو كې اوښكې وګرځېدې او حضرت سلم بنت عميس ته يې وويل: په خپله ژمنه دې وفا وكړه.[95]

روايت شوى[96] چې: د واده پر شپه پېغمبر اکرم  فاطمې بي بي ته نوى کميس ورکړ.پر دې وخت يو بېوزلي “ور” وواهه:

(( د رسول  الله کورنۍ! زړې جامې غواړم.)) فاطمې بي بي ورته خپلې نوې جامې ورکړې. دا وخت جبراييل  پر پېغمبر اکرم نازل شو او ويې ويل :(( رسول الله! خداى درباندې سلام وايي او راته يې امر کړى،چې پر فاطمې هم سلام ووايم او زما له لارې يې ورته جنتي جامې رالېږلي دي.))    

د واده پر شپه حضرت علي، فاطمه پر ژړا وليده،ويې پوښتل: (( ولې خپه يې؟)) ويي ويل : (( د خپل چلن په هكله مې فكر كاوه، د پلار له كوره ،چې راوتم او ستا كور ته راتلم؛نو د خپل عمر پاى او قبر راياد شو،بله ورځ به له دې ځايه د قبر او قيامت پر لور خوځم؛نو پر خداى قسم دركوم،راځه چې لمونځ او د خداى عبادت وكړو.[97]))

ام يمين پېغمبر اکرم  ته راغله او په ژړغوني غږ  يې ويل: ((رسول الله! په  انصارو کې يوه نجلۍ واده شوه او په واده کې يې پر سر شکرې او غوزان ورېدل، ما ته د فاطمې په واده کې هغه نجلۍ راياده شوه،و مې لېدل،چې تاسې د فاطمې پر سر هيڅ هم ونه شيندل.))

پېغمبر اکرم وويل: (( پر هغه خداى قسم،چې زه يې پېغمبر کړى يم ، خداى چې د فاطمې او علي د واده امر  وکړ ؛نو خپلو نږدې پرښتو ته يې امر وکړ،چې د عرش پر شاوخوا راټولې شئ،په دې کې “جبراييل”،”ميکائيل” او “اسرافيل” هم ول،بيا يې مرغانو ته امر وکړ،چې نغمې وواياست، بيا يې د “طوبى” ونې ته امر وکړ،چې پر هغوی ځلانده “لوءلوء” (مرغلرې) له سپينو زرو،سرو ياقوتواو شنو زبرجدو سره يوځاى وشيندئ.[98]

له حضرت جابر روايت شوى دى :

(( موږ د علي او فاطمې په واده کې ګډون وکړ او ددې په څېر بل پاک او برکتناک واده مو ونه ليد او ډېره خوشبويي پکې وه.[99]))

“احمد بن يوسف دمشقي” په خپل کتاب “اخبار الدوله او آثار لاول” کې وايي:

((فاطمې تر خپل واده وروسته پېغمبر اکرم  ته وويل:” رسول الله! د نورو خلکو لوڼې هم ودېږي او مهر ورته ټاکل کېږي؛نو زما او د هغوى تر منځ به څه توپير وي؟ هيلمنه يم دا مهر به بېرته علي ته ورکړې او له خدايه وغواړه،چې زما مهر دې ستا د امت د ګناهونو  شفاعت وګرځوي .”

 پر پېغمبر اکرم جبراييل نازل شو او يو کاغذ يې راووړ،چې پکې ليکل شوي ول : “خداى د فاطمې مهر د هغې د پلار د امت د ګناهونو شفاعت ټاکلى دى .”

 فاطمې وصيت وکړ،چې دا کاغذ دې ورسره په کفن کې کېښوول شي. فاطمه په دې هکله وايي:”په قيامت کې،چې راپاڅېږم،دا کاغد به راسره وي او د خپل پلار د امت د ګناهونو شفاعت به کوم.”[100]))

فاطمة الزهرا

د پېغمبر اكرم  د وجود ټوټه ده

    پر څلورمه ورځ پېغمبر اكرم د حضرت فاطمې كور ته راغى او و يې پوښتل: (( مېړه دې څنګه سړى دى؟))

 ويې ويل: ((خداى مې غوره سړى په برخه كړى؛ خو د قريشو ښځې د مباركۍ پر ځاى وايي:”پلار دې يو نشتمني ته وركړې،حال دا چې شتمنو هم پر تا مرکې كړې وې.”))

 پېغمبر اكرم وويل: ((ګرانې لورې!پلار او مېړه دې فقيران نه دي، پر لوى خداى قسم، د ځمكې ټولې خزانې يې راته وړاندې كړې؛ خو ما د اخرت نعمتونه غوره کړل.ګرانې لورې! ما درته داسې سړى خوښ كړ، چې تر ټولو لومړى يې ايمان راووړ،د پوهې او عقل له پلوه پر ټولو غوره دى،خداى ښه مېړه دركړى،درناوى يې كوه او له خبرې يې سر غړونه مه کوه .))

 بيا يې حضرت علي ته وويل :((له مېرمنې سره دې په مهربانۍ او ورين تندي چلېږه،پوه شه چې “فاطمه” زما د وجود ټوټه ده،چا چې ازار كړه ؛نو زه يې ازار كړي يم او چا چې خوشحاله كړه؛نو زه يې خوشحاله كړى يم . [101]))  

 

د فاطمة الزهرا

غوسه د خداى خپګان دى

     پېغمبر اكرم وايي: (( فاطمه زما د وجود يوه ټوټه ده،چا چې غوسه كړه؛نو زه يې غوسه كړى يم، په رښتيا،چې خداى يې پر خپګان خپه كېږي او پر خوشحالۍ يې خوشحالېږي .[102]))

پېغمبر اكرم وايي: ((علي!خداى درته فاطمه غوره كړه او ټوله ځمكه يې د هغې مهر كړه، كه څوك ورسره دښمني او كينه ولري او پر ځمكه ګرځي؛نو ګرځېده به يې حرام وي.[103]))

پېغمبر اكرم وايي:((که خداى علي نه واى پيدا کړى؛نو بل څوک به د فاطمې انډول نه و.[104]))

بيا يې فاطمې ته وويل : (( په رښتيا،چې خداى د ځمکې پر مخ دوه کسان غوره کړل،چې يو يې ستا پلار او بل ستا مېړه علي [105].

پېغمبر اكرم وايي : ((فاطمه پاکلمنې ده او خپله لمن يې له هر راز چټليو پاکه وساتله؛نو خداى پر هغې او اولادې  يې د دوزخ اور حرام کړ.[106]))

خوشال بابا وايي :

 

مرتضى  ددې شوهر دى            چې تربور د پېغمـــــــــــــــــبر دى[107]

حضرت فاطمة الزهرا

د مېړه په كور كې

      د نوي ژوند په پيل كې حضرت فاطمه او حضرت علي، پېغمبر اكرم ته راغلل او و يې ويل : ((پر موږ د كور چارې ووېشه.))پېغمبر اكرم كورنۍ چارې حضرت فاطمې او بهرنۍ يې حضرت علي (ك) ته وسپارلې. حضرت فاطمه وايي: (( داچې د كور بهرنۍ چارې را و نه سپارل شو، ډېره خوشحاله شوم .[108]

حضرت فاطمه  د پلار ملاتړې ده

حضرت   فاطمه د پېغمبر اكرم لور او د اسلام د ستر مېړني او بولندوى مېرمن وه؛نو بې د كور له چارو،د بهر له جريانو هم خبره وه. د اُحُد په جګړه كې،چې ورته د پېغمبر اكرم د ټپي كېدو خبر ورسېد؛نو په منډه يې ځان ورورساوه.حضرت علي (ك) به اوبه اچولې او حضرت فاطمې يې په وينو سور مخ  وينځه،بيا يې يو ټوټه وسېځله او ايره يې پر ټپ كېښووه او وينه بنده شوه.

 په يو بل روايت كې راغلي : پېغمبر اكرم او حضرت علي ،چې د احد له جنګه راستانه شول؛نو خپلې تورې يې وينځلو ته حضرت فاطمې ته وركړې. [109]

 حضرت فاطمه به كله هم د حضرت علي (ك)له اجازې پرته له كوره نه وته او نه يې خپل مېړه غوسه كاوه. په دې خبره پوهېده كه ښځه خپل مېړه غوسه كړي او څو يې مېړه پخلا شوى نه وي، خداى يې لمونځ او روژه نه قبلوي .

 حضرت علي (ك) د حضرت فاطمې په هكله وايي: ((پر لوى خداى قسم  ما داسې كوم عمل و نه كړ،چې فاطمه پرې غوسه شي او فاطمې هم داسې عمل ونه كړ، چې زه پرې غوسه شم .[110]))

حضرت فاطمه له پېغمبر اكرم نه روايتوي : ((غوره مو هغه دى،چې له خپلو مېرمنو سره په مهربانـۍ چلېږي.))

 څرنګه چې حضرت فاطمه په كوچنيوالي كې له خپل پلار سره په سختيو او كړاوونو كې څنګ تر څنك ولاړه وه، د مېړه په كور كې هم د نړۍ ښځو ته ستره بېلګه ده.

پېغمبر اكرم(ص)

د فاطمې لرېوالى نشي زغملاى

   تر واده وروسته حضرت علي (ك) او حضرت فاطمه د  پېغمبر اكرم  له كوره لرې د “قبا” له جومات سره نژدې مېشت شول . حضرت فاطمه پردې سربېره،چې پر خپل پلار ګرانه وه،د غوره انساني ځانګړنو له كبله يې هم ډېره ستايله؛ نو غوښتل يې چې له ځان سره يې نژدې مېشته او و اسوي .

 حضرت “حارث بن نعمان” (رض) د پېغمبر اكرم له دې هوډه خبر شو او ورته يې وويل: (( له نورو زما کور تاسې ته نږدې دى، هر څه مې له تاسې ځار دي.))

 پېغمبر اكرم ورته وويل:(( خداى دې اجر دركړي.))

 حضرت فاطمه او حضرت علي (ك) د پېغمبر اكرم د كور تر څنګ مېشت شول او د پېغمبراكرم  د كور په څېر د دوى ور هم د جومات پر لور پرانستل کېده.[111]))

حمزه بابا وايي:

ورور د علي که و،نبي،نبي و، ورور د عـلي

کــــــور د عــــلي و،د نبـــي د نبــي کور د علي

حضرت فاطمة الزهرا

په کور کې ډېر کار کاوه

       حضرت فاطمې په كور كې ډېر كار كاوه.حضرت علي (ك) وايي: ((فاطمې به دومره اوبه كور ته راوړې،چې د اوبو د ژي خاپې يې پر ملا ښكارېدې،دومره مېچن يې كوله،چې لاسونه يې تڼاكې شول،د كور په پاكوالي كې يې  زيار اېست . يوه ورځ مې ورته وويل:((پېغمبر اكرم ته ووايه،چې په چارو كې دې مرستې ته يو خادم دركړي.))

 بله ورځ حضرت فاطمه پېغمبر اكرم  ته راغله ،هغه (ص) له  نورو اصحابو كرامو سره خبرې كولې؛بېرته ستنه شوه. پېغمبراكرم پوه شو، چې فاطمه به كومه اړتيا لري . په سبا په خپله د فاطمې كور ته ورغى،ورته يې ويل : (( لورې! څه ته راغلې وې؟)) حضرت فاطمې له شرمه څه ونه ويل؛ نو ما وويل : (( رسول الله ! فاطمه په كور كې ډېر زيار باسي،لاسونه يې تڼاكې او پر ملا يې د اوبو د ژي خاپونه دي، زما په وينا ستاسې حضور ته درغلې وه،چې مرستې ته يو خادم وركړې.))

 پېغمبر اكرم ورته وويل :(( غواړئ  يو عمل دروښيم،چې تر خادمه ډېر غوره دى؟؛د ويدېدو پر مهال او هر سهار (33) ځله ((سبحان الله))،(33) ځله ((الحمدالله)) او (34)ځله ((الله اكبر)) وايئ؛ نو خداى به دې د دنيا او اخرت په چارو كې بركت واچوي.))

 يوه ورځ پېغمبر اكرم د حضرت فاطمې كور ته ورغى؛حضرت علي او حضرت فاطمې دواړو مېچن كوله او و يې ويل: (( په تاسې كې څوك ستړى دى؟))

 حضرت علي وويل:(( رسول الله! فاطمه .))

  پېغمبر اكرم د حضرت فاطمې پر ځاى كېناست او مېچن يې ګرځوله.[112]

حضرت فاطمه په عبادت كې داخلاص په هكله وايي: (( څوك چې د زړه له كومې د خداى عبادت وكړي؛نو لوى خداى به پرې ستر مصلحت نازل كړي .[113]))

او د اخلاقو او انساني اړيكو په باب وايي: (( ورين تندى مؤمن جنت ته وړي.[114]))

 

خوشال بابا وايي :

له اوله تر اخره په جهان کې            د سيد غوندې څوک نشته معراجي

د حسنينو زوكړه

     د هجرت پر درېم  كال په روژې مياشت كې د پېغمبر اكرم لومړى لمسى”امام حسن”وزيږېد،چې زيات پرې خوشحاله شو او په خوشحالۍ د حضرت فاطمې كور ته ورغى،په غېږ كې يې واخست او ښكل يې كړ،په غوږ كې يې ورته اذان وكړ او د ويښتانو د تول هومره يې د مدينې بېوزليو ته د خداى په رضا سپين زر وركړل.

 د هجرت پر څلورم كال د “شعبان” په مياشت كې د پېغمبر اكرم بل لمسى “امام حسين ” وزيږېد.

د محب طبري[115] په روايت کې، سلم بنت عميس ( د اسماء خور او د حضرت حمزه سيدالشهداء مېرمن وه) ( کشف الغمه:١/٣٦٨)په حيرانتيا رسول اکرم وپوښت :((چې کله حسن،له فاطمې وزيږېد نه مې ترې نفاس او نه استحاضه وليده ؟))

  آنحضرت راته وويل : (( لورمې “طاهره” او”مطهره” ده .))

     يوه ورځ حضرت علي (ك) وويل : (( د خوړو څه شته؟))

حضرت فاطمې ورته وويل: (( دوه ورځې كېږي،چې زه حسن او حسين وږي يو.))

 حضرت علي وويل : (( ولې مو خبر نه کړم))

 ويې ويل: (( له خداىه مې حيا وكړه،چې هغه څه درنه وغواړم،چې په وس كې دې نه وي.))

 حضرت علي له كوره ووت او څو ديناره يې پور كړل؛ ډېره ګرمه ورځ وه،حضرت “مقداد بن اسود” (رض) سره مخ شو، وارخطا ښكارېده،حضرت علي (ك) وپوښت : (( ولې له كوره راوتلې يې؟)) حضرت “مقداد” له خبرو ډډه وكړه؛ خو د حضرت علي (ك) په ټينګار يې وويل: (( لوږې له كوره را اېستلې يم، د خپلو وړو بچو ژړا مې نه شوه زغملاى))؛نو حضرت علي (ك) ورته پور كړي دينار وركړل . [116]

د نړۍ د ښځو بي بي

     حضرت “عمران حصين” (رض) له  پېغمبر اكرم سره يو ځاى د حضرت فاطمې كور ته ولاړ . پېغمبر اكرم وويل: (( فاطمې! اجازه ده،چې له دې سړي سره درننوځم.))

 بيا پېغمبر اكرم  ورته د پردې كولو امر وكړ. حضرت فاطمې وويل : ((درد،زغم او لوږه لرم.))

 پېغمبر اكرم ورته وويل: (( خوښه نه يې،چې د دنيا د ټولو ښځو بي بي اوسې؟))

 فاطمې وويل: (( ايا مريم د خپل وخت د ښځو بي بي نه وه؟))

 پېغمبر اكرم ورته وويل : (( حضرت مريم د خپل وخت بي بي وه او ته د ټولو ښځو بي بي يې،ستا مېړه په دنيا او اخرت كې ستر او غوره دى.[117]))

يوه ورځ پېغمبراکرم د فاطمې بي بي په کور کې اودس کاوه،و يې پوښتله : (( لورې! څنګه يې ؟))

 ويې ويل: (( پر خداى قسم غمونه راباندې پېټى کېږي او لاسونه مې تش دي او خواشيني مې اوږده ده او اخرت ته مې توښه نه  ده چمتو کړې.[118]))

فاطمة الزهرا

د زهد او بښنې بېلګه

       پېغمبر اكرم به چې له سفره راستنېده؛نو لومړى به د حضرت فاطمې كور ته ته او ډېر وخت يې ورسره خبرې كولې.يو ځل له سفره راستون شو،ويې ليدل،چې فاطمې ځان ته د سپينو زرو بنګړى او والۍ اخستي او د كور پر وره يې هم نوې پرده را ځوړند ده. پېغمبر اكرم لږ كېناست او خپه له كوره ووت.فاطمه  د پېغمبر اكرم پر خپګان پوه شوه،خپلې ګاڼې يې پلار ته ولېږلې او ويې ويل : (( دا د خداى په لاركې ولګوه.))

 پېغمبر وويل : (( پلار دې له فاطمې ځار شي،هغه كار يې،چې بايد كړى واى،وكړ، دنيا “د محمد آل” ته نه ده .[119]))

 

له حسنينو سره  د پېغمبراكرم(ص) مينه

پېغمبراكرم د حضرت فاطمې كور ته ولاړ.حضرت علي (ك) او حضرت فاطمه ويده ول. “امام حسن”ژړل او وږى و. پېغمبر اكرم،چې دا حالت وليد؛و يې نه غوښتل،راويښ يې كړي .په انګړ كې ولاړه مېږه يې ورو ولوشله او “امام حسن”ته يې شيدې وركړې .

حضرت “اسامه بن زيد بن حارثه” وايي: (( يوه ورځ د رسول الله كور ته ولاړم ور مې وواهه، پېغمبر اكرم راووت،راسره يې خبرې كولې، ومې ليدل،چې د رسول الله د چپنې (عبا) شا ته “امام حسن”او “امام حسين “(رضي الله عنهما) پټ ول. رسول الله په خوشحالۍ را ته وويل”دا دواړه مې اولاد دى او د لور زامن مې دي . لويه خدايه! زه ورسره مينه كوم؛ ته هم ورسره مينه ولره او څوك چې ورسره مينه لري هم مينه ورسره ولره.[120]“))

پېغمبر اكرم په جومات كې جمع وركوله او سجده يې اوږده شوه؛ اصحابو كرامو داسې فكر وكړ،چې څه پېښ شوي او يا پر پېغمبر اكرم وحې نازله شوې؛خو پېغمبر اكرم تر لمانځه وروسته وويل : (( په كور كې “حسين” زما پر اوږو او شا سپرېږي؛نو چې سجدې ته ولاړم د عادت له مخې،زما پر اوږو سپور شو،و مې نه غوښتل وارخطا شي؛صبر مې وكړ،چې په خپله كوز شي؛ځكه مې سجده اوږده كړه.[121]))

پېغمبر اكرم به چې له كوره ووت، دواړه لمسي يې له ځان سره وړل . يوه ورځ پر ممبر ناست و او خلكو ته يې وينا كوله او “امام حسن”او “امام حسين “د جومات په انګړ كې لوبې كولې،چې راوغورځېدل او بېرته جګ شول او نګوښي  (ګوډ ګوډ) روان ول. د رسول اکرم چې ورته پام شو،خبرې يې پرېښووې،په منډه يې ځان ورورساوه او په غېږ كې يې واخستل، ښکل يې كړل، ممبر ته يې راوستل او له ځان سره يې كېنول او خلكو ته يې وويل : (( زما لمسي نګوښي روان ول؛ نو زړه مې صبر و نه كړ،ورغلم او دلته مې له ځان سره كېنول .[122]))

 

د فاطمة الزهرا عبادت

د “امام حسين “له لمسي امام “محمد باقر” څخه روايت دى: (( خداى فاطمه په علم او پوهې له بدۍ او فساده پاكه كړې ده.[123]))

“امام حسن”وايي : (( مور مې فاطمه د جمعې پر شپه تر سبا پر عبادت بوخته وه؛ وا مې ورېدل، چې ټولو مؤمنانو ته دعا كوي؛خو ځان ته يې دعا ونه کړه.ورته مې وويل:مور جانې ولې ځان ته دعا نه كوې؟ راته يې وويل :”لومړى ګاونډي او بيا ځان دى .[124]“))

حضرت “حسن بصري” وايي: (( فاطمې به دومره عبادت كاوه،چې پښې به يې تڼاكې شوې.[125]))

له حضرت “سلم بنت عميس” روايت دى: (( يوه ورځ  پېغمبر اكرم  د حضرت فاطمې كور ته ولاړ؛ نو “امام حسن”او “امام حسين “په كور كې نه ول،حضرت فاطمې ورته وويل :” په كور كې د خوړو څه نه وو،علي بهر ته؛نو حسن او حسين يې هم له ځان سره بوتلل او راته يې وويل:ځكه يې وړم چې ونه ژاړي او خواړه ونه غواړي .”پېغمبر اكرم د حضرت علي په لټه كې له كوره راووت،علي يې د يوه يهودي د کجورو په باغو كې وليد،چې ونې خړوبوي،”امام حسن”او “امام حسين “لوبې كولې او لږې کجورې هم ورسره وى،حضرت علي ته يې وويل:” حسن او حسين له تيارې نه مخکې كور ته نه وړې؟” راته يې وويل :”رسول الله! له كوره،چې راوتم؛ نو په كور كې خواړه نه وو،څه ځنډ به وکړم،چې لږې کجورې فاطمې ته يوسم،له يهودي سره مې ژمنه كړې،چې د هرې ونې اوبه كولو راته يوه کجوره راكړي”؛نو چې څه كجورې برابرې شوې، د “امام حسن”او “امام حسين “په لمن كې يې واچولې ا و كور ته راستون شو.[126]))

پېغمبر اكرم د حضرت فاطمې كور ته ورغى او پر غاړه يې غاړكۍ وليده،په ليدو يې خپه  شو، فاطمې غاړكۍ پېغمبر اكرم ته وركړه، پېغمبر اكرم وويل: (( فاطمې جانې! ته زما يې.))

 بيا يو بېوزلى راغى او پېغمبر اكرم  ورته غاړه كۍ وركړه او ورته يې وويل: (( څوك چې زموږ وينه تويه كړي او څوك مې كورنۍ ازار كړي؛ نو خداى به پرې غضب نازل كړي.[127]))

پېغمبر اكرم “امام حسن” ښکلاوه. پردې مهال “اقرع بن حاصين” وويل: (( زه لس اولادونه لرم، تر اوسه مې يو هم لا نه دى ښکل كړى.))

 پېغمبر اکرم پر غوسه وويل : (( كه خداى ستا له زړه مينه اخستې؛ نو زه څه وكړم. څوک چې پر كوچنيانو و نه لورېږي، له موږه نه دی .[128]))

بله ورځ رسول الله د حضرت فاطمې له كوره تېرېده؛نو “امام حسين “ژړل،ژړا يې چې واورېده؛نو فاطمې ته يې وويل: (( نه پوهېږې،چې د حسين ژړا مې ځوروي .[129]))

حضرت “ابوهريره” (رض) روايتوي: ((يوه ورځ رسول اکرم “امام حسين “او “امام حسن”پر اوږو سپاره كړي ول؛كله يې “امام حسن” ښکلاوه او كله يې امام حسين. يوه سړي ورته وويل:” رسول الله (ص)! ورسره مينه لرې؟” پېغمبر اكرم وويل :”څوك يې،چې دښمن وي ؛ نو زما به هم دښمن وي.”[130]))

   رسول اكرم”امام حسن”او “امام حسين” د ګل په څېر بويول . حضرت ابوبكر(رض) روايتوي : (( يوه ورځ له رسول اکرم سره ناست وم، كله يې “امام حسن”ته كتل او كله خلكو ته او ويل يې:” زوى مې حسن غوره دى،كېداى شي له بركته يې زما امت اصلاح شي.”))

 له حضرت “جابر” (رض) روايت دى،چې : ((رسول اکرم له “امام حسن”او “امام حسين “سره لوبې كولې،پېغمبر اكرم به په پښو او لاسونو روان و او هغوى پر شايې سپاره ول.[131]))

حضرت “يعلي عامري” (رض) روايتوي : (( پېغمبر اكرم يوه ورځ “امام حسين “له نورو ماشومانو سره په كوڅه كې پر لوبو وليد، پېغمبر اكرم غوښتل “امام حسين “راونيسي؛خو منډې يې كړې؛نو ويې وويل:”زه د حسين او حسين زما دى.څوک چې ورسره مينه او دوستي ولري؛نو خداى به ورسره دوستي او مينه ولري.[132]“))

خوشال بابا وايي :

له اوله تر اخره په جهان کې            د سيد غوندې څوک نشته معراجي

د جنت ښاغلي

 حضرت فاطمې”امام حسن”او امام حسين، رسول الله ته راوستل او ويې ويل:((پلارجانه!حسن او حسين ستا اولاد دى، ورته څه وبښه.))

پېغمبر اكرم وويل: (( خپل هيبت او سيادت مې حسن ته، زړورتيا او شجاعت مې حسين ته و بښله.[133]))

پېغمبر اكرم وايي: (( فاطمه د جنت د ښځو بي بي ده او حسن او حسين د جنت زلمي دي .[134]))

پېغمبر اكرم :(( حسن او حسين مې په دنيا کې د سترګو تور دي .[135]))

حضرت ابو هريره (رض) روايتوي: (( يوه ورځ پېغمبر اكرم ملاست و، “امام حسين “او “امام حسن”يې پر پښو ګرځېدل؛نو رسول الله ورته وويل:” د فاطمې د سترګو تور او د زړه ټوكړو! پاڅئ  او دواړه يې ښکل كړل.”))

 همداراز حضرت ابوهريره (رض) په يو بل روايت كې وايي: (( “امام حسن”او “امام حسين “د پېغمبر اكرم په مخ كې په غېږه ورغلي ول، پېغمبر اكرم “امام حسن”ډېر پرملا ټپاوه؛نو حضرت فاطمې وويل: “رسول الله! د حسن ځكه ننګه كوې،چې مشر دى .” پېغمبر اكرم وويل:” دا چې حسين تر حسنه كوچنى دى؛خو زړورتيا او زور پكې ډېر دى .”))

 له حضرت امام رضا (رح) روايت دى : ((“امام حسن”او “امام حسين “د شپې تر ناوخته د پېغمبر اكرم په كور كې لوبې كولې پېغمبر اكرم ورته وويل :”خپل كور ته ولاړشىء”، چې له كوره ووتل؛ نو د برېښنا په څېر رڼا ښكاره شوه او تر هغې وه،چې ورسېدل؛ نو پېغمبر اكرم وويل: “د خداى ډېر شكر دى، چې موږ اهل بيت يې غوره كړي يو.”))

 په بل روايت كې راغلي: ((پېغمبر اكرم فاطمې ته وويل :” ګرانې لورې! خداى تعالى د ځمكې پر لور پام وكړ او زه يې تر ټولو غوره وګرځولم . په دويم ځل يې پام وكړ او ستا مېړه يې پر نورو غوره وګرځاوه. په درېم ځل يې پام وكړ او حسن اوحسين يې د جنت له ځوانانو غوره كړل .[136]))

پېغمبر اكرم (ص):(( حسن او حسين د جنت دوه زلمي او ښاغلي دي.[137]))

د مباهلې آيت او نبوي کورنۍ

      د هجرت پر لسم كال د “نجران” مسيحيان د بحث لپاره پېغمبر اكرم  ته راغلل. د ډلې مشرانو هر يو “سيد”،”عاقب” او “ابوحارثه” له پېغمبر اكرم ډول ډول پوښتنې وكړې . دا وخت دا آيت نازل شو:

 ((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ [138] = (د مسيح په باب) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه له تا سره شخړه كوي؛نو ورته ووايه:((راځئ چې موږ به هم خپل خپلوان راوبلو او تاسې هم،موږ به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې،موږ به په خپله راشو او تاسې هم په خپله راشئ ؛نو مباهله (او دعا) به وكړو،چې كه څوك دروغجن وي؛نو وبه وايو،چې پر هغوى دې د خداى لعنت وي .))  

پېغمبر اكرم د خداى له امر سره سم د “نجران” مسيحيانو ته د مباهلې بلنه وركړه؛خو دوى وويل : ((مباهله دې سبا تر سره شي.)) نصاراوو پردې خبره په خپل منځ كې سلا مشورې وكړې.

 “ابو حارثه” وويل: (( ګورو كه سبا پېغمبر اكرم له خپلې كورنۍ سره راغى؛ نو په خپله خبره به پوخ باوري وي؛نو په داسې حال کې موږ ته نه ښايي،چې مباهله ورسره وكړو او كه بې  كورنۍ ورسره بل څوك راغلل؛نو مباهله به ورسره وكړو.))

د مباهلې پر ورځ مسلمانان راټول شوي ول . پېغمبر اكرم له يو ځوان،يوې ښځې او دوه ماشومانو سره راغى. د نصاراوو مشرانو وپوښتل: (( داځوان څوك دى ؟))

 مسلمانانو وويل : (( هغه حضرت علي، د پېغمبر اكرم زوم او د تره زوى دى . ښځه يې د پېغمبر اكرم  لور؛فاطمه ده او دوه كوچنيان “امام حسن”او “امام حسين ” يې لمسي او د فاطمې او علي زامن دي.)) پېغمبر اكرم له دې څلورو كسانو سره يو ځاى د نصاراوو مخې ته كېناست.د نصاراوو مشرانو  او”ابو حارثه”، چې دا حالت وليد؛نو دوستانو ته يې وويل : (( پر خداى قسم  محمد؛ لكه د نورو  پېغمبرانو په شان په ډاډ مباهلې ته راغلى ،زه په خپل مخ کې داسې څېرې وينم، كه له خدايه وغواړي؛نو دا ټول غرونه دړي وړي كېږي،وېرېږم نفرت راباندې ووايي؛د ځمكې پر مخ به ټول مسيحيان هلاك شي؛نو مصلحت دادى،چې له مباهلې ډډه وكړو.))

 له  پېغمبر اكرم سره يې جوړجاړی وغوښت او پېغمبر اكرم هم ورسره ومنله.

په پورتني آيت كې له “ابنائنا” څخه مطلب حسن او حسين، له “نسائنا” څخه مطلب فاطمه او له “انفسنا” څخه مطلب علي دى.[139]

“ابي نعيم” په “حلية الاولياء” كې راوړي : د (فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ) آيت،چې نازل شو؛نو پېغمبر اکرم حضرت علي، فاطمه، “امام حسن” او “امام حسين “راوغوښتل او ويې ويل : ((پالونکيه! دوى زما اهلبيت دي . ))

همداسې په “حلية الاولياء” كې له “جابر” رانقل شوي دي.حضرت جابر وويل: ((دا آيت د هغوى (پېغمبر اکرم،حضرت علي،فاطمه ، “امام حسن” او امام حسين) په هکله نازل شوى دى. حضرت جابر وويل:”انفسنا”؛يعنې پېغمبر اکرم  او حضرت علي،”ابناء نا”؛يعنې “امام حسن” او “امام حسين “او “نساء نا”؛يعنې حضرت فاطمه .))

خوشال بابا وايي :

فضـــــــــــــيلت د واړو ډېر دى          تر شماره ترحســـاب تېر دى

که د دوى فضـــــــــــــــيلتونه         غواړې ګوره آيـــــــــــتونه[140]

                                                     

نبوي کورنۍ او “هل اتى” سورت

      يوه ورځ “امام حسن” او “امام حسين “ناروغه شول،پېغمبر اكرم له يو شمېر يارانوسره پوښتنې ته ورغى،چې حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضى الله عنهما) هم ورسره ول . پېغمبر اكرم،علي (ك) ته وويل: ((ابوالحسنه! ښه به وي، چې د حسنينو شفا ته دې نذر منلى واى.)) حضرت علي (ك) او حضرت فاطمې په ګډه نذر ومانه، چې درې ورځې به روژه وي.حسنين لږ وخت وروسته ښه شول .دا مهال د حضرت علي (ك) په كور کې د خوړو څه نه ول . “شمعون بن حارث خبيري” ته ورغى او درې منه اوربشې يې ترې پور واخستې او فاطمې ترې پینځه ډوډۍ پخې كړې . علي (ك)،چې له جوماته راستون شو؛ دسترخوان يې وغواړوه،حضرت علي (ك) او نورو،چې لومړۍ مړۍ پورته كوله؛نو مسكين ورته ودرېد او ويې ويل : ((السلام عليكم يا اهل بيت محمد!)) مسلمان غريب يم، څه چې خورئ،ما ته يې هم راكړئ،خداى به جنتي خواړه دركړي.

علي (ك) وويل : (( زما برخه ډوډۍ او نګولې وركړئ))

 د كور ټولو غړيو د حضرت علي په پر پله مسكين له ځانه ړومبى كړ او هغه شپه يې اوبه وڅښلې او پر سبا روژه شول.په دويمه ورځ فاطمې يو من نورې اوربشې اوړه كړې، ډوډۍ يې ترې پخه كړه. علي (ك)،چې له جوماته راستون شو او خواړه يې ورته كېښوول؛ نو په وره كې د يتيم غږ پورته شو او ويې ويل : ((السلام عليكم يا آل محمد)) پلار مې شهيد شوى او د مهاجرينو يتيم يم، څه خواړه راكړئ . د كور غړيو دا ځل خپل خواړه پلارمړي( يتيم) ته وركړل  او بيا يې په اوبو يې روژه ماته او پر سبا روژه شول . په درېمه ورځ فاطمې بل من اوربشې هم اوړه كړې،ډوډۍ يې پخه كړه،حضرت علي،چې له جوماته راستون شو او خواړه يې ورته كېښوول؛نو همدا مهال يو اسير (بنديوان) د وره خولې ته راغى او ويې ويل :((السلام عليكم يا اهل بيت محمد!)) ما بندي کوئ؛خو خواړه  نه راكوئ .

كورنۍ په دې ورځ هم خپل خواړه بندي ته وركړل او پوره درې ورځې وږي پاتې شول او يوازې اوبه يې څښلې .پېغمبر اكرم،چې وليدل له لوږې لړزېږي؛نو ويې ويل: ((حالات مو راباندې سخت تېرېږي)) بيا را روان شو او فاطمې بي بي ته ولاړ، چې پر عبادت بوخته وه او له لوږې يې خېټه ننووتې او سترګې يې لوېدلې شوې وې؛نو پېغمبر اكرم ډېر خپه شو؛پر دې وخت جبراييل راغى او ويې ويل : (( محمده! دا سورت واخله، خداى پاك درته د دغسې كورنۍ مباركي وايي بيا يې د “اهل اتى” سورت ووايه :” هل اتى على الانسان خير من الدهر”تر دې چې وايي : (( لانريد منكم جزاء ولا شكورا)) ځينو ويلي،چې له ((ان الابرار)) نه تر ((كان سعيكم مشكورا))  پورې ټول اتلس آيتونه پر همدې اړه نازل شوي دي[141] .

“خذيفه” رضي الله عنه وايي: ((پېغمبر اكرم ته راغلم،د ماسپښين، مازيګر،ماښام او ماسخوتن لمونځونه مې ورسره وكړل،بيا چې خپلې يوې خونې ته ته،زه هم ورسره ملګرى شوم او ورپسې روان وم؛لکه چې پېغمبر اكرم  له چا سره خبرې كولې، راته يې وويل : پوهېږې چې څوک راسره دى ؟ ومې ويل : نه.و يې ويل: جبراييل راغى او راته يې زېرى راكړ،چې حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي.خذيفه وويل :ځان مې ور ياد كړ،چې ما او مور ته مې هم بښنه وغواړه، و يې ويل : خذيفه ! خداى تعالى دې تا او ستا مور وبښي.))

ابن محمد روايت كړى: (( رسول الله وويل:حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي او پلار يې تر دواړو غوره دى .))

يو وږى په نبوي جومات کې ودرېد او و يې ويل: (( مسلمانانو! زه سختې لوږې راخستى يم، ما مېلمه کړئ.پېغمبر اکرم وويل: دا به څوک نن شپه مېلمه کړي؟ حضرت علي وويل: يا رسول الله! زه .کور ته راغى او فاطمې يې وپوښتله : په کور کې ډوډۍ شته چې مېلمه راسره دى. فاطمې وويل : په کور کې يوازې د يوې کوچنۍ نجلۍ د خوراک ډوډۍ شته دا به ورکړو، خير دى موږ به نن شپه پر ځان سخته تېره کړو.[142]))

 بله ورځ يو تن په جومات کې له خلکو مرسته وغوښته، پېغمبر اکرم خپلو اصحابو ته وکتل. حضرت “سلمان فارسي” پاڅېد او ولاړ؛خو تش لاس راستون شو.سترګې يې د حضرت فاطمې پر کور ولګېدې،له ځان سره يې وويل: ” فاطمه د نېکيو چينه ده.)) ور يې وواهه او د نشتمن عرب ټوله کيسه يي ورته وکړه. فاطمې وويل: ((سلمانه! پر هغه خداى قسم،چې محمد يې پېغمبر کړى، درې ورځې کېږي،چې ډوډۍ مو نه ده خوړلې او زامن مې حسن او حسين له ډېرې لوږې ناارامه دي او ستړي ستومانه ويده شول؛خو نېکۍ زموږ ور وهلې،تش لاس دې نه لېږم)) وروسته يې خپل يو کميس حضرت سلمان ته ورکړ،چې د يهودي په دوکان کې يې ګاڼه کېږدي او څه کجورې او وړه دې ترې پور کړي.

 حضرت “سلمان فارسي” زياتوي : چې بيا د فاطمې کور ته ولاړم او ورته مې وويل: (( د رسول الله لورې! له دې څه خپلو وږيو بچو ته واخله؛خو راته يې وويل : سلمانه! دا کار مې يوازې خداى ته وکړ او څه ترې نه اخلم.[143]))

يوه ورځ سهار پېغمبر اکرم د فاطمې بي بي کور ته راننووت، تر سلام اچولو وروسته يې وپوښتل: (( لورې! شپه دې څنګه وه؟)) ويې ويل : ((پر خداى قسم ! ټوله شپه مې پر لوږه تېره کړه.[144]))

فاطمه پېغمبر اکرم ته راغله، تر سلام وروسته يې وويل: (( پینځه ورځې کېږي،چې خوراک څښاک مو نه دى کړى، نه پسه لرو او نه اوښ.[145]))

پېغمبر اکرم د فاطمې بي بي کور ته راننووت او پرېشانه يې وليده، ويې پوښتله :((لورې! ولې پرېشانه يې؟))

ويې ويل :(( حال مو په خپله وينې،يوه چپنه لرو،چې هم يې اغوندو او هم پرې کېنو.))

حضرت “سلمان بن بريده” روايتوي،چې فاطمې په ځواب کې وويل: ((خوارځواکۍ او زياتې ناروغۍ پرېشانه کړې يم.[146]))

حضرت “عمار بن حصين” روايتوي : (( يوه ورځ له پېغمبر اكرم  سره ناست وم،چې فاطمه راغله،له ډېرې لوږې يې مخ زېړ اوښتى و ، له ځان سره يې كېنوله او خپل لاس يې ورته پر سينه كېښود او و يې ويل:”خدايه! ته وږي،مړوې او د بېوزليو لاسنيوى كوې،فاطمه د محمد لور وږې مه كړې.)) د پېغمبر اكرم  په دعا د فاطمې د مخ زېړوالى  لرې شو.[147]

       حضرت علي کور ته راغى او فاطمه يې وپوښتله : (( خواړه لرې؟)) و يې ويل: ((نه! دوه ورځې کېږي،چې حسن او حسين ته پلمې کوم،چې نا ارامه نشي.[148]))

     پېغمبر اکرم د فاطمې له کوره تېرېده،”امام حسن” او “امام حسين “ور منډې کړې،پېغمبر اکرم پر خپلو اوږو سپاره کړل او پېغمبر اکرم ته يې وويل: ((رسول الله! وږي يو،مور ته مې ووايه،چې ډوډۍ راکړي.))

 پېغمبر اکرم فاطمې ته وويل: ((لورې! زامنو ته مې ډوډۍ ورکړه.)) ځواب يې واورېد: ((په کور کې بې د رسول الله له شتونه بل څه نشته.[149]))

     حضرت “اسماء بنت عميس” وايي: (( پېغمبر اکرم د فاطمې بي بي د کور ور وواهه او ويې ويل:” حسن او حسين مې چېرې دي؟” فاطمې وويل: “شپه مو سبا کړه؛خو څه نه لرو،چې و يې خورو ؛خو په هر حال د خداى شکر دى .”

لوږې د پېغمبر اکرم کورنۍ ځوروله، فاطمې بي بي اودس وکړ، دوه رکعته لمونځ يي وکړ او لاسونه يي اسمان ته پورته کړل او و يې ويل:”خدايه!؛د بني اسراييلو په څېر له اسمانه يوه مايده (دسترخوان) نازله کړه؛خو بني اسراييلو وخوړه او ناشکري يي وکړه.زما خدايه! هغه مايده راکوزه کړه،چې پرې مؤمنان يو.

“ناڅاپه له جنتي خوړو ډک لوښى راکوز شو، چې خوږ بوى يې درلود او په ټول کور کې خپور شو.

 حضرت علي وپوښتل:”دا خوږبويه خواړه له کومه راغلي؟”

ويې ويل:”د خداى له لوري دي .”

 پېغمبر اکرم وويل : “د خداى ستاېنه او شکر کوم، چې د مريم په شان لور يې راکړې، “زکريا” چې د عبادت محراب ته ورته؛نو خواړه يې ورسره ليدل او ويل يې: “دا له کوم ځايه دي؟”مريم به ويل: “د خداى له لوري.”[150]))

يوه ورځ پېغمبر اکرم وږى و او د فاطمې بي بي کور ته راغى او ويې ويل: ((خواړه شته؟))

 فاطمې وويل: (( نه پلاره.))

 پېغمبر اکرم ستون شو؛خو پر فاطمې دا حالت ګران پرېووت او لاسونه يې اسمان ته پورته کړل،سم له لاسه جنتي خواړه را نازل شول او ويې ويل : (( پر خداى قسم ! پېغمبر اکرم به تر ځانه غوره وګڼم.))پېغمبر اکرم ته يې د خوړو لوښى ولېږه. پېغمبر اکرم وپوښتله :(( دا له کومه راغلي؟)) فاطمې ځواب ورکړ: (( دا د خداى له رحمت او فضله دي،په رښتيا خداى،چې وغواړي هر چا ته بې حسابه روزي ورکوي.[151]))

وږي د حضرت علي د کور ور وواهه او مرسته يې وغوښته،چې حضرت علي د خوږ شعر په ترڅ کې فاطمې ته د وږي غوښتنه واورله. که څه مناسبه مرسته ورسره وشي او فاطمې هم ځواب په شعر ځواب ورکړ :

١_ د تره زويه! حکم به دې پر سر سترګو ومنم او پردې وړانديز به دې ملامت نه کړم .

٢_ همدا اوس به دې وږي ته خواړه ورکړم او د راتلونکې فکر به ونه کړم او په وږې خېټه به د خداى په لارکې سر وښندم.

يو ځل بيا چې حضرت علي د وږي په مړولو ټينګار وکړ؛ نو په ځواب کې يې حضرت فاطمې وويل :

١_ ژر به دې وږي ته خواړه ورکړم،په خپله لوږه مې پروا نشته، د خداى لپاره به يې له خپلو زامنو مخکې کړم .

٢_ زامنو مې بېګا شپه پر لوږه سبا کړې؛هغه زامن، چې کوچنى يې حسين  دى او د جنګ په ډګر کې به ووژل شي.

٣_ زوى به مې په کربلا کې په چل ووژني،دردوونکى او خواروونکى عذاب دې پرې وي .

٤_ هغوى چې په خپل جنايت به د دوزخ په تل کې وي او هره شېبه به يې خداى خواروي.

حضرت علي د حضرت فاطمې بي بي دا سرښندنه وستايله،مننه يې وکړه؛ خو له حضرت فاطمې يې ځواب واورېد:

څه چې مو په کور کې زېرمه کړي ول،ډېر لږ ترې‌پاتې دي او په مېچنې مې لاسونه تڼاکې شوي،پر خداى قسم ! زامن مې لا تر اوسه وږي دي. خدايه! ورباندې پام وکړې،چې له منځه ولاړ نشي. پلار يې علي په سخاوت او ښه والي کې سارې نه لري او څه چې لاس ته راوړي، نورو ته يې وربښي،د خپل کور ټول خواړه يوه وږي ته ورکوم،چې بې له يوه زاړه ځړوکي (څادر)،چې په خپلو لاسو مې ګنډلى، بل څه نه لرم و او په ډېرو پيوندونو خراب شوى دى.[152]

يوه ورځ پېغمبر اکرم فاطمې بي بي ته وويل: ((شهات ورکوم، چې ته زما د وجود ټوټه يې.[153]))

حضرت علي وايي: (( يوه ورځ له پېغمبر اکرم سره ناست وو،و يې پوښت : ښځو ته څه څيز غوره او روا دى؟ فاطمې ورته وويل: چې بې له اړتيا نامحرمو ته ونه ګوري او هغوى هم ور ونه ګوري .[154]))

پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره ناست و او ويې پوښتل: (( ښځه په کومه شېبه کې خداى ته نږدې وي؟ چا ورته مناسب ځواب ورنه کړ فاطمې بي بي د خپل پلار پوښتنه واورېده او ويي ويل: په هغه شېبه کې،چې په خپل کور کې پاتې شي او اولاد وروزي.))

حضرت ابوهريره (رض) له  پېغمبر اكرم څخه روايتوي : (( خداى چې آدم پيدا كړ او خپل روح  يې ورپوه كړ؛نو حضرت آدم خپل ښي خواته وليدل،چې پينځه رڼاګانې د ركوع او سجدې په حالت كې دي . حضرت آدم وپوښتل:”خدايه ! آيا له ما دې مخكې هم څوك پيدا كړي ؟” خداى وويل :” نه.” حضرت ادم وويل :” نو دا پينځه رڼاګانې د څه دي؟” خداى وويل :”هغه ستا ځوځات دى،كه هغوى نه واى؛نو ته به مې نه واى پيداكړى او خپل پينځه نومونه مې ورباندې كېښوول او كه دوى نه وى؛نو جنت، دوزخ، عرش، اسمان، ځمكه، پرښتې، انسانان او پيريان به مې نه ول پيدا كړي؛نو زه “محمود” يم او دا “محمد” دى . زه “عالي” يم او دا “علي” دى،زه “فاطر” يم او دا “فاطمه” ده،زه “احسان” يم او دا “حسن” دى او زه “محسن” يم او دا “حسين” دى. پر خپل عزت مې قسم ! د قيامت پر ورځ به داسې څوك راته رانشي، چې په زړه كې يې ورسره مينه نه وي او كه دچا ورسره کرکه او كينه وه؛ نو د دوزخ په لمبو كې به يې واچوم . آدمه! دا زما غوره كړاى شوي دي،په خپل مخلوق كې به د ژغورنې وړ خاوندان په دوى وژغورم او همداراز په دوى به د هلاكېدو وړ كسان هلاك كړم؛نو كه تا له ما څه غوښتل؛پر دوى وسيله سازي (توسل) كوه.”

پېغمبر اكرم زياتوي:”موږ  ژغورنده بېړۍ يو؛كه څوک راکې سپاره شو؛نو و به ژغورل شي اوكه چا مخ  واړاوه؛نو هلاك به شي،كه څوك له خدايه څه غواړي؛نو زموږ له لارې دې يې وغواړي.[155]“))

حمزه بابا وايي :

موسوم شو په طه او په يسين اوپه لولاك

                                          سرخم يې په قدم شول عرش كرسى لوح او افلاك

رڼا وه که تياره چې د ازل  او د ابد وه 

                                                             مقدار او اندازه که څه د حد که د لاحد وه

منشاء که له نقطې تر الفه که تر مد وه

                                                                   په دې کې وه موجوده دا جلوه د محمد

خوره شوه لا خورېږي لا به لاپسې خورېږي

                                                                   ورېږي زرغونېږي لا به لا پسې ورېږي

ادم يې له منشاء د سړيتوبه خبردار کړ

مرکب حيوانيت يې کړ انسان يې پرې سوار کړ

رحمان بابا وايي :

كه صورت دمحمد نه واى پيدا

پيداكړې به خداى نه واى دادنيا

نور هاله دمحمد وپيداشوى

چې نه عرش و نه كرسي وه نه سما

بوى هاله دمحمد و په جهان كې

چې بوى نه و دآدم او دحوا

 

د تطهير آيت او نبوي کورنۍ

“صفيه د شيبه لور” له حضرت عايشي ام المؤمنين (رض) نه روايتوي، چې: (( يو سبايي  پېغمبر اكرم توره او نقشي چپن “كساء” پر اوږو اچولې،له ځايه راپورته شو،لږه شېبه وروسته “حسن بن علي” راننووت او پېغمبر اكرم  پرې چپن واچوله،بيا “حسين” راغى او چپنې ته ورننووت،وخت لا تېر نه و،چې “فاطمه” راغله او پېغمبر اكرم پرې چپنه واچوله،وروسته “علي” (ك) راغى او پېغمبر اكرم هغه هم په “كساء” كې ننه ايست، بيا يې وويل: (( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا= بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” چټلۍ او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.))

لاندې اصحابو كرامو(رضى الله عنهم) ددې آيت شان نزول روايت كړی دى :

1_ حضرت “سعد بن ابي وقاص” 2_ حضرت “انس بن مالك”3_ حضرت “ابن عباس”

4_ حضرت “ابو سعيد خدري” 5_ حضرت “عمر بن ابي سلمه” 6_ حضرت “عبدالله بن جعفر” 7_ حضرت “ابو  صمراء هلال”8_ حضرت ام المؤمنين “ام سلمه” 9_ ام المؤمنين “عايشه” 10_ حضرت “ابوهريره” 11_ حضرت “جابر بن عبدالله”12_ حضرت “مقدار بن اسود” 13_ حضرت “معتل بن سيار” 14_ حضرت “واثله بن اسقع”15_ حضرت “ابو الطفيل” [156]

له حضرت ام سلمې بي بي روايت دى: ((د تطهير آيت زما په كوركې نازل شو او د نزول پر مهال يې دا اووه تنه په كوركې ول: حضرت “جبراييل”، “ميكائيل” (او پېغمبر ) “علي”،”فاطمه”،”حسن” او “حسين” او زه د وره په څنګ كې ولاړ وو؛و مې ويل:”رسول الله! آيا زه له اهل بيتو نه يم؟” پېغمبر اکرم وويل:” ته غوره يې؛خو د پېغمبر د ښځو په ډله كې راځې.” ))

“ثعلبي” په خپل تفسير كې له حضرت “ام سلمى” رانقلوي :

((پېغمبر اکرم  په كور كې و،چې فاطمې ورته پټو راووړ.پېغمبر اکرم  ورته وويل:”مېړه او زامنو ته دې غږ كړه،چې راشي”؛ولاړه او ورته يې غږ كړ؛راغلل ا و تر ډوډۍ خوړو وروسته پېغمبر اکرم ورباندې پټو واچاوه او ويې ويل :”خدايه! دوى زما اهلبيت دي، له هر ډول چټلۍ يې پاك كړې .”همدا مهال و، چې د(( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا = بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” چټلۍ او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.”آيت نازل شو؛ومې ويل :”رسول الله! آيا زه هم درسره يم؟” پېغمبر اکرم وويل : “انك على  خير”.))

نورو عالمانو؛لكه “ترمذي”،”حاكم” او “بيهقي” په دې باب لاندې روايت نقل كړى دى :

له حضرت ام سلمى روايت دى : ((د “تطهير آيت” زما په كور كې پر پېغمبر نازل شو او د نزول پر مهال يې “فاطمه”،”علي”،”حسن” او “حسين” په كور كې ول. بيا رسول الله  پټو پرې هوار كړ او و يې ويل:” (خدايه) دوى زما اهلبيت دي؛هر ډول چټلي ترې لرې كړه.”))

ددى آيت تر نازلېدو وروسته پېغمبر اكرم وپوښتل شو:” دا آيت د چا په شان كې نازل شوى دى ؟” و يې ويل:”زما،علي، فاطمې او د حسنينو په هكله.[157]

ددې آيت تر نازلېدو وروسته،چې پېغمبر اكرم له كوره جومات ته تله؛نو ويل يې : [السلام عليكم يا اهل البيت؛ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)[158] ]

حمزه بابا وايي :

سلام دې پر هغه وي چې رحمت دى د کونينو

                                                                درود پر هغه پاک چې دى آقا د ثقلينو

سلام دې پر هغه  وي چې صاحب دى د دارينو

                                                                درود پر هغه پاک چې و، بابا د حسنينو

سلام دې تل تر تل وي پرې بابا چې د زهرا دى

                                                         درود پر هغه ښکلي چې اخي د مرتضى دى

غم خور دى دامت آل اطهار د محمد

                                                      تفسير دوالضحى شو سپين رخساردمحمد

سلام پر هغه ذات شه،چې محبوب دكبريا دى

                                                        درودپر هغه پاك دې وي بابا چې دزهرادى

 صلوات پر هغه نورشه چې اخي دمرتضى دى

                                                        سلام دې پر هغه وي چې نيكه دمجتبى دى

چې هر څوک د پنج تن نه لري ياري

                                                                          مرګ د روح يې دې له دغې بيماري

د كور خلك برابر دپردو نه دي

                                                              زه اول يم “پنج تني” بيا “چار ياري”

 چى احمد،علي، زهرا حسنين واړه

                                                                            اولى نه ګڼي عبث كوي خواري

پس له دى مې پسند واړه اصحاب دي

                                                                                     چې لري په تابعينو سرداري

زه حمزه د بوتراب د در تراب يم

                                                                   چې يې فيض تر قيامته دى جاري

 

 

نبوي کورنۍ او “مرج البحرين” آيت

حمزه بابا وايي :

علي او فاطمه څه دي قرآن وګوره

                                                                                        مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ وګوره

زامن يې امامان وو،چې روښانه يې کړو دين

                                                                       يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ وګوره

 

((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ – بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ -يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ[159]= دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي دي،چې سره يو ځاى کېږې،- چې ترمنځ يې پرده ده،چې يو هم ترې نه تېرېږي (او له يو بل سره نه ګډېږي)-له هغو دواړو (سيندونو) ملغلرې او مرجانونه راوځي.))

 څوك چې ددې آيت ظاهر ته ګوري؛كومه مانا يې،چې ذهن ته راځې؛هماغه ظاهري مانا به وي، چې سمندرونه به وي،چې د ځمكې دوه پر دويمه برخه يې نيولې ده؛خو بايد پوه شو،چې له دې  آيته بل مطلب هم دى او هغه د علم دوه سمندرونه؛يعنې “حضرت فاطمة الزهرا او حضرت “علي ” دي، چې دوه ګران بيه ګوهرونه؛يعنى “امام حسن” او “امام حسين” ترې زيږېدلې دي.

علامه “سبط ابن جوزي” او  همداراز”ثعلبي” په خپلو تفسيرونو کې ددې آيت تر تفسير لاندې له “سفيان ثوري” او “سعيد بن جبيره” روايت کړى،چې وايي: ((له “دوو سيندونو” موخه حضرت علي اوحضرت فاطمه، له “برزخ” موخه پېغمبر اکرم او هغه “مرجان”،چې له دې دوو سيندونو راوځي، امام حسن او امام حسين دي.))

“خوارزمي” همدا روايت له “مردويه” او له حضرت “انس بن مالک” څخه داسې روايت کړى: (( له “بحرين” څخه مراد علي او فاطمه او ددې دوو سيندونو تر منځ “برزخ” پېغمبر اکرم  دى او له دې دوو سيندونو دوه مرجانه امام حسن او امام حسين راوځي.))

ابن مردوديه له ابن عباس روايت کړى، چې :((“لؤلؤ” او “مرجان”، چې له دوه  سيندونو راوځي[160]، حسن او حسين دي.[161]))

     پېغمبر اكرم،امام حسن او امام حسين له لاسه نيولي ول او و يې وويل: د چاچې له ما  او دې دواړو سره او همداراز د دوى له مور و پلار سره مينه او دوستي وي؛نو په قيامت کې به راسره يو ځاى او زما په شان د درجې خاوند وي [162].

 پېغمبر اكرم وايي: (( زما د اهلبيتو مثال د “نوح” د بېړۍ په شان دى،که څوک پکې سپاره شول (لاروي يې وشوه)؛ نو و به ژغورل شي او که چا ترې مخ واړاوه؛نو لاهو به شي.[163]))

پېغمبر اكرم وايي : (( زه درته دوه قيمتي څيزونه پرېږدم،يو د خداى کتاب او بل خپله کورنۍ،تر هغه مو،چې پرې منګولې لګولې وي؛ نو تر ما وروسته به بې لارې نشئ، ترې مه مخکې کېږئ،چې خوار به شئ او شاته ترې هم مه پاتې کېږئ،چې بدمرغه به شئ،څه ورته مه ورښيه؛ځکه له تاسې ښه پوهېږي.[164]))

     پېغمبر اكرم وايي : (( زه تاسې ته دوه قيمتي څيزونه پرېږدم، که تر ما وروسته مو پرې منګولې ولګولې؛نو هېڅکله به بې لارې نشئ،لومړى “د خداى کتاب” او دويم زما “عترت”؛يعنې زما کورنۍ ده او دا دواړه هېڅکله له يو بله نه بېلېږي،څو د کوثر د حوض پر غاړه راسره يو ځاى شي.[165]))

  “امام ثعلبي[166]”  وايي : (( “رقاشي” له “انس بن مالک” روايتوي،چې ويلي يې دي: رسول اکرم  راته د سهار لمونځ راکړ،تر لمانځه وروسته یې جمعې ته مخه کړه او و يې  ويل:”د مسلمانانو ټوليه! څوک، چې “لمر” له لاسه ورکړي؛بايد  “سپوږمۍ” مې هم له لاسه ورکړي؛نو بايد د “زهرى” له رڼا ګټه واخلى او که دا يې هم له لاسه ورکړه؛نوپه “فرقدينو” ستوريو پسې دې  ولاړ شي.” خلکو وپوښتل : “رسول الله ! له لمر،سپوږمۍ، زهرى  او  فرقدينو مطلب مو څه دى؟”

ويې ويل :” زه  “لمر”  يم ، علي “سپوږمۍ” ،فاطمه “زهره” حسن او حسين “فرقدين” دي او دوى له “کتاب الله” سره مل اوجوړه دي او يوله بله نه بېلېږي،څو ما د “حوض” تر غاړې وويني.))

پېغمبر اكرم وايي:((اهل بيت مې له الهي عذابه زما د امت ژغورونکي دي.[167]))

حمزه بابا وايي :

افسانه ده خداى ويلې دا عالم چې د امکان دى

                                                    محمداو اهل بيت يې هم کردار دى هم عنوان

وسيله مې محمد او اهل بيت دي

                                                                  شته اميد چې عاقبت مې شي محمود

       پېغمبر اكرم حضرت علي،حضرت فاطمې،امام حسن او امام حسين ته وويل: (( څوک چې درسره په جنګ وي؛نو زه به هم ورسره په جنګ يم او څوک،چې درسره په سوله کې وي؛ نو زه به هم ورسره په سوله کې يم.[168]))

له حضرت سلمان فارسي (رض) روايت دى،چې وايي : (( د  پېغمبر اكرم حضور ته ورغلم او حسين يې پر مبارک زنګانه ناست و او پېغمبر اكرم  يې سترګې او خوله ښکلول ،و يې ويل: “ته سيد (ښاغلى) د سيد زوى او د ساداتو پلار يې، ته امام او د امام زوى او د امامانو پلار يې، ته “الهي حجت” ، د الهي حجت زوى يې او نهه تنه به ستا له ځوځاته امامان وي.[169]))

فاطمې بي بي به له خپلو زامنو سره لوبې کولې او پر همدې مهال به يې ورته د روح او جسم د روزنې په هکله ډېر څه ويل:((حسنه! د خپل پلار په شان دې اوسه او د حق له اورمېږه زندۍ لرې کړه.احسان خداى ولمانځه او له دښمنانو او کينه کښو سره پر يوه چرګۍ مه کېنه . حسنه! ته دې د نيکه په څېر يې او په څېره کې پلار ته نه يې.))

يوه ورځ پېغمبر اکرم د راتلونکيو پېښو په هکله له فاطمې سره خبرې کولې او د امام حسين د شهادت په هکله يې ورته وويل. فاطمې وپوښت : (( پلاره! څوک زما د سترګو تور شهيدوي؟))

ويې ويل: (( د امت تر ټولو ناوړه.))

ویې پوښت : (( پلاره! زما حسين به چېرته شهيد کړي؟))

ويې ويل: (( پر يوې ځمکه، چې “کربلا” نومېږي.

په يو بل روايت کې راغلي،چې فاطمې وويل: (( پلاره! زه د خداى امر ته تسليم او پرې راضي يم او پر خداى توکل کوم.[170]))

       فاطمه “دوځانې” وه او پلار يې  ورته وويل : (( جبراييل ستا د يو زوى په هکله خبر راکړ، چې په “کربلا” کې به شهيد شي.))

 فاطمه غمجنه شوه او ويې ويل: (( پلاره! داسي ماشوم مې نه دى په کار.))

 پېغمبر اکرم وويل : (( لورې!ستا ددې زوى نوم “حسين” دى او نهه امامان به ترې پيدا شي،چې د خداى د دين د بقا او پاېنې لامل  به شي .))

 فاطمې وويل: ((رسول الله! له خدایه راضي يم او شکر يې باسم.[171]))

فاطمه د امام حسين د شهادت په هکله وايي: (( زامنو مې بېګا شپه پر لوږه سبا کړه او حسين به مې د جنګ په ميدان کې مړ شي.په “کربلا” کې به مې زوى په ټګۍ شهيد کړي، قاتلان دې يې خداى په عذاب کړي .[172]))

       له حضرت “جابر بن عبدالله انصاري” (رض) روايت دى،چې رسول اكرم په “عرفات” كې علي (ك) ته وويل: (( علي! رانژدې شه! زه او ته له يوې ونې پيدا يو؛زه يې بيخ او ته يي ډډ يې،حسن او حسين يى څانګې دي؛څوك چې يې پر يوه ښاخ منګولې ولګوي؛ خداى به يې جنتي كړي .))

نبوي کورنۍ او د قربى آيت

ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ[173] =دا (هماغه) څه دي،چې خداى يې خپلو هغو بندګانو ته زېرى وركوي،چې ايمان يې راوړى وي او ښې (چارې) يې كړي وي، ووايه : ((زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم))) او څوک چې نېكې چارې وكړي،پر نېكيو به يې  ورزيات كړو،په رښتيا چې خداى ډېر بښونكى (او) منندوى دى . ))

پېغمبراکرم، چې مدېنې ته راغى او حکومت يې جوړ کړ؛نو انصارو ورته وويل:((که مالي ستونزې مو درلودې؛نو زموږ هر څه ستاسې په چوپړ کې دي.))

پېغمبر اکرم په دې اړه د خداى امر ته په تمه و،پردې مهال د “شورى ٢٣ آيت” نازل شو او انصار په ډېره خوشحالۍ ستانه شول .

ډېرى مفسرين،متکلمين او محدثين وايي،چې دا آيت “د اهل بېتو د پینځو تنو” په هکله نازل شوى دى .

 حضرت ابن عباس (رض) وايي:[د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ،چې نازل شو؛ خلكو پېغمبر اكرم وپوښته:ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې فرض شوه؟ ورته يې وويل:”علي،فاطمه او دواړه زامن يې.” دا خبره يې درې ځل وکړه.]

“امام احمدبن حنبل”  په “فضائل الصحابه” كتاب كې روايت کړى دى،چې:[ د(( قل لا اسئلكم عليه اجرا)) آيت،چې نازل شو؛نو اصحابو پېغمبراکرم ته وويل :”د څښتن رسوله!ستا خپلوان (اهلبيت) څوك دي،چې مينه يې پر موږ واجبه ده؟پېغمبر اکرم وويل:((علي،فاطمه او دوه زامن يې.)) او د څښتن رسول دا خبره درې ځل وکړه.]

“سيوطي”  په “الدرالمنثور” تفسير كې، تر پورتني آيت لاندې له “ابن  عباس”(رض) نه روايت كړى:[پېغمبر اکرم د “مودت” د آيت په هکله وويل:”كه زما حق ادا كوئ؛نو له اهلبيتو سره مې مينه  ولرئ.”]

“زمخشري” د”كشاف” په تفسير كې، “فخر رازي” او “قرطبي” په خپلو تفسيرونو كې روايت کړى چې :

((پر آل محمد” عاشق مړ به شهيد له دنيا تللى وي.

خبر اوسئ! پر “آل محمد” عاشق مړ به له توبې سره له دنيا تللى وي. خبر اوسئ!پرآل محمدعاشق مړ به په پوره ايمان له دنيا تللى وي .

خبر اوسئ! د “آل محمد عاشق پر مړ به د مرګ پرښته د جنت زېرى كوي او بيا پرې د “نكر او منكر” پرښته هم د جنت زېرې كوي .

 خبر اوسئ! پر آل محمد عاشق مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته وړل كېږي .

خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ ته به په قبر كې د جنت پر لور دوه ورونه پرانستل کېږي .

 خبر اوسئ! پر آل محمد عاشق د مړي قبر به د پرښتو زيارت وي .

خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ  پر “سنت” او “جماعت” له دنيا تللى وي .

خبر اوسئ!څوك، چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا ولاړ شي؛نو د قيامت پر ورځ به يې ورته پر تندي ليكلي وي:”د څښتن له رحمته نهيلى.”

 خبر اوسئ! څوك چي له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا تللاى وي؛ نو كافر به ومرى وي .

 خبر اوسئ څوک چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې مړ شي؛نو د جنت بوى به پرې و نه لګي. ))

“امام فخر رازي” د “آل محمد” په هکله  وايي :

 ((“آل محمد” هغه دي،چې له پېغمبر اکرم  سره يې اړيكې ټينګې وي او په دې كې شك نشته،چې فاطمه،علي (ک)،امام حسن او امام حسين تر ټولو زيات له پېغمبر اکرم سره ټينګ پيوند او تړاو لري . د بېلابېلو احاديثو په استناد ويلاى شم،چې دا خبره د كاڼي كرښه ده؛نو په کار ده، چې ورته “آل محمد” ووايو.))

بيا “امام فخر رازي” د خپلې خبرې د لا پخلي لپاره لاندې روايت د “كشاف” له تفسيره رانقل كړى دى.دا آيت چې نازل شو؛نو خلكو رسول الله ته وويل:

 ((ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې واجب شوې ده.)) پېغمبراکرم وويل : ((علي،فاطمه،حسن  او حسين )) .[174]

حضرت فاطمه د پېغمبر اكرم او حضرت علي په هكله وايي: (( محمد او علي د اسلام د امت دوه پلرونه دي،چې كوږوالى يې سموي،كه خلك يې لاروي وكړي؛نو له همېشني عذابه به يې وژغوري او د خداى د همېشنيو نعمتونو خاوندان به شي.[175]))

خوشال بابا وايي :

كه په كار دې ده د خداى پېژندګلوي

                                                                                 پيروي د “محمد” كړه د “علي”

“محمد”،”علي” چې دوه ويني په سترګو

                                                                                په دا كار كې احولي ده احولي

حمزه باباوايي :

دا همه علمونه ټول يوه نقطه ده

                                                                                     د هستۍ ونه فقط يوه دانه ده

محمد کې هم ددې نقطې تفصيل دى

                                                                                   او علي ددې علمونو دروازه ده

د اذا تلها څه نورې تفسير شته

                                                                                       نمر د علم محمد قمر علي دى

چې يې سترګې د نبي پر مخ پرانستې

                                                                                 په تېرو د ضلالت سحر علي دى

حمزه چې نقطه نه لري د چا نامه ده

                                                                                   نامه د محمداو د “الله” نامه ده

سويمه له دې دوو چى په يو حرف ده کمه

                                                                   هغه مې د “علي” مشکل کشا نامه ده

خوشال بابا وایي :

سرحلقه د اولياوو هغه شــــــــــماره

چې شيطان يې بند کړى په قفس دى[176]

شفاعت د محمد ثابت په نـــــص دى

دا په داچې د درست جهان آخص دي

د موسى دعيسى کله دا ضـــــــفت وو

د لولاک نعت پرده باندې مختص دى[177]

نبوي کورنۍ

او د حضرت آدم عليه السلام توبه

      حضرت پېغمبراكرم وپوښتل شو: ((دا چې حضرت آدم (ع) له پالونکي “كلمات” واخستل او توبه يې ومنل شوه؛ نو دا “كلمات” څه ول؟))ورته يې وويل:((سئاله بحق محمد و علي و الحسن والحسين الاتبت علي فتاب الله عليه انه هوا التواب الرحيم))؛يعنې خداى پاك ته يې د محمد،علي،فاطمې،حسن او حسين په د مخ قسم وركړ،چې توبه يې ومني او خداى هم توبه يې ومنله.[178]))

“سيوطي” په  “درالمنثور” کې د ((فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ)) په تفسير کې وايي :

 “ابن نجار” له “ابن عباس” څخه روايت کړى : ما د خداى استازى وپوښت : (( د ا ټکي څه ول،چې آدم له خدايه تلقي کړل او خداى د هغو ټکيو د درناوي له امله هغه وباښه؟)) ويې ويل: ((پر محمد،علي، فاطمه ،حسن او حسين قسم و.))

له حضرت علي روايت[179] دى : (( د خداى  استازى مې وپوښت : د (فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ) آيت کې د “کلمات” له ټکي مراد څه دى؟)) د خداى استازي راته وويل : ((خداى آدم په “هند” کې او “حوا” په “جده” کې له اسمانه راکوزه کړه او آدم په هند کې پر خپله کړې ګناه سل کاله وژړل،چې جبراييل راغې او د خداى له لوري يې ورته وويل:” آدمه ! خو ته مې په خپل لاس جوړ کړى او خپله سا مې در کې پو نه کړه ؟  او پرښتې مې درته پر سجده نه کړې؟” آدم د ټولو پوښتنو ځواب  “هو!” ورکړ؛نو خداى ورته وويل :” دا دومره ژړا د څه لپاره؟” آدم وويل:” ددې لپاره چې د خداى له رحمته لرې شوى يم.” حضرت جبراييل ورته وويل:” درته په کار دي،چې پردې کلماتو خداى ته قسم ورکړې او هغه توبه منونکى او بښونکى دى،چې دادي:(اللهم اني اسئلک بحق محمد و آل محمد ،سبحانک لا اله الا انت عملت سو و ظلمت نفسي فتب على انک انت التواب الرحيم ) دا څو ځل ووايه،چې خداى دې وبښي.))

د “کنزالعمال”  خاوند وايي :((دا روايت “ديلمي” هم راوړى دى .)

“سيوطي” هم په “درالمنثور” کې تر همدې آيت  لاندې  دا روايت راوړى  او ويلي يې دي : ((“ديلمي” په “مسند الفردوس” کې دا روايت له علي  په يو سند روايت کړى او بيا يې د ديلمي روايت په لږ توپير راخستى دى .))

حمزه بابا وايي :

په دعا کې د آدم اثر علي دی

                                                                        په لېمه کې د یعقوب نظر علي دی

        يوه ورځ حضرت فاطمه رنځوره شوه. پېغمبراكرم يې له اصحابو سره يوځاى پوښتنې ته ورغى . له وره يې غږ وكړ : (( لورې! پرده وكړه،ځينې اصحاب دې پوښتنې ته راغلي دي .)) پېغمبر اكرم خپله چپنه د پردې لپاره وركړه او تر پوښتنې وروسته اصحاب كرام له پېغمبراكرم سره بهر ولاړل او اصحابو كرامو د حضرت فاطمې پر ناروغۍ خواخوږي څرګنده كړه؛نو  پېغمبر اكرم وويل: (( پوه شئ،چې هغه په قيامت كې د ټولو ښځو بي بي ده.))

      له ام المؤمنين حضرت عايشې بي بي روايت دى: (( يوه ورځ حضرت فاطمه،پېغمبر اكرم ته راغله،چې تګ يې كټ مټ د پېغمبر اكرم په څېر و؛نو پېغمبر اكرم خپلې ښۍ يا كېڼې خوا ته كېنوله او په غوږ كې يې ورته څه وويل او فاطمه په ژړا شوه؛نو ما ورته وويل :” ولې ژاړې؟”وروسته بيا رسول الله ورته په پټه نور څه وويل؛نو فاطمه په خندا شوه،تر اوسه مې داسې ښادي نه وه ليدلې،چې له غم سره نږدې وي،له فاطمې مې د دې خبرې لامل وپوښته ؟ فاطمې وويل:” د رسول الله راز نه ښكاره كوم”،رسول الله چې رحلت وكړ؛ نو بيا مې وپوښتله، راته يې وويل : په لومړي ځل يې راته وويل:”جبراييل راباندې هر كال يو ځل قرآن نازلاوه؛خو سږكال يې دوه ځل او فكر كوم دليل يې دادى،چې اجل مې رانژدې شوى او ته به لومړنۍكس يې،چې راسره يو ځاې كېږې”؛نو چې دا خبره مې واورېده؛په ژړا شوم او بيا يې راته وويل:” آيا خوښه نه يې،چې د جنت د ښځو بي بي او له ايمانوالو ښځو شې؟” دا خبره مې،چې واورېده؛ نو په خندا او خوشحاله شوم.)) (صحيح بخارى)

      له حضرت ابن عباس نه روايت دى، چې رسول الله وويل: (( څلور ښځې د جهان د ښځو سردارې دي : “مريم د عمران لور”،”آسيه د مزاحم لور”،”خديجه د خويلد لور” او “فاطمه د محمد لور” او په ټولو كې فاطمه غوره ده.[180]))

ام المؤمنين عايشه بي بي په يو بل روايت كې وايي: (( فاطمه په خبرو كې پېغمبر اكرم ته ډېره ورته وه،چې کله به رسول الله ته راتله؛ نو هغه يې درناوي ته ودرېده او ورته يې ښه راغلاست وايه؛لاس يې ورته ښكلاوه او پر خپل ځاى يې كېنوله.[181]))

په يو بل روايت كې راغلې،چې رسول الله به د حضرت فاطمې د سر وېښته ډېر ښكلول. (كنز العمال)

      حضرت فاطمه خداى ته هم ځانګړى مقام لري،په دې هكله پېغمبر اكرم وايي: (( خداې ستا پر غوسه  غوسه کېږي او پر رضا دې راضي كېږي.[182]))

پېغمبر اكرم وايي: ((فاطمه زما د بدن ټوټه ده؛څوك چې يې وځوروي او خواشينې يې كړي؛ نو زه يې ځورولى او خواشينى كړى يم او څوک چې يې په زحمت كړي؛ نو زه به يې په زحمت كړى يم.[183]))

ګټوره مينه

      حضرت سلمان فارسي له  پېغمبر اكرمه روايتوي : (( سلمانه! كه څوك زما له لور فاطمې سره مينه ولري؛ نو په جنت كې به راسره وي او كه ورسره كينه ولري؛ نو ځاى به يې دوزخ وي، سلمانه!انسان ته له فاطمې سره مينه په سلو ځايو كې ګټه رسوي: په مړينه،قبر،د کړنو په تللو،حشر او په پل صراط كې به انسان ته اسانتياوې وي.كه لور مې فاطمه له چا راضي وي؛ نو زه به ترې راضي يم او له چاچې زه راضي يم؛ نو خداى به ترې راضي وي او كه چا مې لور غوسه كړه؛نو زه يې غوسه كړى يم او پر چاچې زه غوسه شم؛ نو خداى به پرې غضب وكړي  سلمانه! پر هغه دې افسوس وي،چې پر فاطمې،مېړه يې علي او لارويانو يې تېرى وكړي .[184]))

حضرت فاطمه د امامانو په هكله وايي: (( موږ د رسول الله اهل بيت او له مخلوق سره د خداى د اړيکې وسيله يو. موږ د خداى غوره كړاى شوي يو او د شپېڅلتيا چينه يو. موږ د خداى څرګند دلايل او د الهي پېغمبرانو وارثان يو.[185]))

داحديث په څرګنده د”آل محمد” مقام او ورسره د مينې ارزښت او اهميت بيانوى :

(( رسول اکرم (ص) ويلى دي :”څوک چې له “آل محمد”سره په مينه کې مړ شي؛بښلى مړ شوى دى . پوه شئ څوک چې له ” آل محمد” سره په مينه کې مړ شي؛نو له توبې سره ومړى دى.څوک چې له “آل محمد”سره په مينه کې مړشي ؛نو په پوره ايمان مؤمن ومړى دى. څوک چې له “آل محمد” سره په مينه کې مړ شي؛د مرګ پرښته او ورپسې نکير او منکر ورته د جنت زېرى ورکوي.څوک،چې له “آل محمد” سره په مينه کې مړشي،داسې جنت ته بېول کېږي؛لکه ناوې، چې مېړه کره وړل کېږي .څوک چې له “آل محمد” سره په مينه کې مړ شي،خداى د خپلې لورنې له مخې،پرښته ورته د قبر زيارت کوونکې ټاکي.څوک چې له “آل محمد” سره په مينه کې مړ شي؛نو زما پر سنتو به له نړۍ تللى وي .پوه شئ څوک،چې له “آل محمد”سره په دښمنۍ کې مړ شي؛د قيامت پر ورځ به په داسې حال کې محشر ته راځي،چې د سترګوپه منځ کې به يې ليکل شوي وي:((دخداى له رحمة نهيلى.))پوه شئ څوک،چې له “آل محمد” سره په دښمنۍ کې مړ شي؛هېڅکله به د جنت بوى و نه سږي [186].

برکتي کور

 د “خندق” په غزا کې مدينه محاصره وه او هر چا به تر خپله وسه د جګړې ملاتړ کاوه؛حضرت فاطمې به ډوډۍ پخولې او مجاهدينو ته به يې وړې . يوه ورځ يې خپلو زامنو ته ډوډۍ پخه کړې وه؛نو پلار ورته راپر ياد شو؛په منډه يې ځان د جګړې ليکې ته ورساوه،و يې ويل : (( دا ډوډۍ مې خپلو بچو ته پخه کړې وه، ته مې را پر ياد شوې او زړه ته مې ونه شوه؛نو رامې وړه.)) پېغمبر اکرم وويل: (( دا لومړۍ مړۍ ده،چې پلار دې يې درې ورځې وروسته خوري . [187]))

 له حضرت “جابر بن عبدالله” (رض) روايت دى،چې رسول الله څو ورځې هېڅ نه وو خوړلي، د خپلو مېرمنو كور ته ولاړ، هلته هم څه نه و؛ نو د لور كور ته  راغى، و يې ويل: (( لورې! خواړه شته،وږې يم؟)) فاطمې: ((پر خداى قسم، نه !)) رسول الله،چې د فاطمې له كوره ووت؛يوې ګاونډۍ ښځې دوې ډوډۍ او لږه غوښه راوړه،فاطمې خواړه په لوښي كې كېښوول او امام حسن او امام حسين يې په رسول الله پسې ولېږل . رسول الله،چې راغى؛فاطمې ورته وويل: (( ستر خداى راته څه راولېږل او درته مې كېښوول.)) د خوړو لوښى يې، چې پېغمبر اكرم ته راووړ او سر يې ترې پورته كړ؛نو له غوښې او ډوډۍ ډك و. حضرت فاطمې،چې دا حالت وليد؛حيرانه شوه. پېغمبر اكرم  ورته وويل: (( لورې دا دې له كومه كړل؟)) حضرت فاطمې وويل: ((د خداى له لوري دي، خداى،چې وغواړي،هر چا ته بې حسابه روزي وركوي.)) پېغمبر اكرم وويل: (( د خداى شكر كوم، چې خداى ته د بني اسراييلو د ښځو د سردارې (مريم) په څېر ګرځولې يې.)) د  رسول الله مېرمنو او حضرت علي هم له دې خوړو وخوړل او بيا هم خواړه په لوښي كې پراته ول .حضرت فاطمه وايي:((ما ګاونډيانو ته هم خواړه ولېږل او خداى په كې ډېر بركت اچولى و.[188]))

فاطمة الزهرا او د قيامت ورځ

 حضرت فاطمه د جنت د ښځو بي بي بلل شوې ده. په دې هكله حضرت علي له پېغمبر اكرمه روايتوي : ((لور مې فاطمه په قيامت کې په داسې حال كې پاڅېږي،چې د”آب حيات” كالي به يې اغوستې وي او ټول به ورته ګوري او د لوړ مقام په ليدو به يې حيران وي او وروسته به د ناوې په څېر د اويا زرو حورو په بدرګه د جنت پر لور بېول كېږي.[189]))

ام المؤمنين حضرت عايشه بي بي له پېغمبراكرمه روايتوي : ((د قيامت پر ورځ به غږ وشي:خلكو! سرونه ټيټ كړئ،چې فاطمه د محمد(ص) لور تېرېږي.[190]))

پېغمبراكرم: ((د معراج پر شپه يې،چې جنت ته بوتلم؛نو دا جملې پکې ليكل شوې وې:”بېشكه،چې خداى ايکې يو دى او شريك نه لري،محمد يې استازى دى،علي د پالونکي محبوب دى،حسن او حسين د خداى غوره دي،فاطمه خداى غوره كړې او پر دښمنانو دې يې لعنت وي.[191]))

((وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ . لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ [192] = (( او بېشكه چې د وزخ د د وى ټولو د وعدې ځاى دى . )) [( چې دا (دوزخ ) اووه ورونه لري اوله هغوى هر وره ته يوه ټاكلې برخه بېله شوې ده ( چې دا بې لاري به پكې ننوځي ) ].

پر  پېغمبر اکرم چې د عذاب دا آيتونه نازل شول؛ نو ډېر يې وژړل او ورسره ناستو اصحابو کرامو هم وژړل. حضرت فاطمې پېغمبر اکرم د ژړا په اړه وپوښت : (( پلاره! ځار دې شم،څه پر ژړا کړې؟)) پېغمبر اکرم ورته د عذاب نازل شوي آيتونه ولوستل . فاطمه  د خداى له وېرې پر ځمکه پرېوته او ويې ويل: (( پر هغه دې افسوس وي،چې د دوزخ په اور کې ولوېږي.[193]))

حضرت “سلمان فارسي” وايي: ((يوه ورځ مې حضرت فاطمه وليده، چې ساده او پيوندي ځړوکى يې پر سر دى، حيران شوم او و مې ويل:” د فارس او روم د پاچايانو لوڼې د سرو زرو پر تختونو کېني او له قيميتي ټوکرانو جامې جوړوي او د خداى د رسول لور نه د سرو زرو تخت او نه ښکلې او قيمتي جامې لري.” فاطمې راته وويل:” سلمانه! خداى موږ ته په قيامت کې ښکلې جامې او د سرو زرو تختونه ساتلي دي.” بيا حضرت فاطمه خپل پلار ته ورغله او د حضرت سلمان حيرانتيا يې ورته بيان کړه: “پلاره! سلمان زما د ساده جامو په ليدو ډېر حيران شو، پر هغه خداى قسم،چې تاسې يې پېغمبر کړي ياست، زموږ د کور ټغر د “پسه” له پوټکي دى، چې د ورځې پرې خپل اوښ ته واښه اچوو او د شپې پرې څملو او بالښت مو څرمن ده،چې د کجورو له پاڼو ډک دى.[194]“))

      حضرت “جابر بن عبدالله انصاري” روايتوي : (( د مازيګر لمونځ مې له رسول اكرم سره وكړ،ټول اصحاب ورسره ناست ول،يو نيمزالى سوالګر راغى،چې شلېدلې جامې يې پر غاړه وې او ويې ويل: “وږى يم، كالي مې نشته،څه راكړئ .” رسول اكرم ورته وويل:”اوس څه نه لرم،د فاطمې كور ته ولاړ شه، اړتيا به دې پوره شي .” حضرت بلال يې ورسره ولېږه. سوالګر وويل : ” فقير يم،كالي نه لرم او وږى يم،لومړى دې پلار ته تللى وم،تاته يې راولېږلم.”حضرت فاطمې خپله غاړكۍ فقير ته وبښله او ورته يې وويل:”دا وپلوره او خپله اړتيا دې پوره كړه.” فقير پېغمبر اكرم ته راغى او تېره کيسه يې ورته ووايه. پېغمبر اكرم وژړل او و يې ويل:”و يې پلوره او زما د لور د بـښنې له بركته خپل اړتيا پوره كړه.”حضرت عمار(رض) له فقيره غاړكۍ واخسته،فقير پېغمبر اكرم ته وويل: “اړتيا مې پوره شوه خداى دې فاطمې ته دومره اجر وركړي،چې نه چا په سترګو ليدلى وي اونه چا په غوږونو اورېدلى وي .” حضرت عمار(رض) غاړكۍ په يوه دستمال كې له خپل مريي سره يو ځاى پېغمبر اكرم ته وبښله. پېغمبر اكرم غاړكۍ او مريى حضرت فاطمې ته  وبښل. حضرت فاطمې مريي ازاد كړ.مريي په ازادۍ وخندل او ويې ويل:” دې غاړكۍ يو وږى موړ، بربنډ پټ او بنده ازاد كړ او بيا هم د خپلې خاوندې پر غاړه ده.[195]“))

پلار راته وايه

چې زړه مې خوشحالوي

      ام المؤمنين عايشه بي بي وايي: (( دا آيت [( لا تجعلوا دعا رسول الله بينكم كدعا بعضكم بعضا)پېغمبر اكرم ته؛لكه د نورو په څېر غږ مه كوئ] چې نازل شو؛نو بيا مسلمانانو پېغمبر اكرم  ته د “يا محمد”! پر ځاى د “يا رسول الله !” او “يا ايها النبي !” غږ كاوه؛ نو فاطمه  وايي:” بيا مې زړه و نه كړ،چې پلار ته مې”يا ابتاه” يا د پلار غږ كړى واى او پېغمبر اكرم ته به مې “يا رسول الله” وايه . دوه ځله مې دا خطاب تكرار كړ؛ و مې ليدل،چې پېغمبر اكرم رانه خپه شو او مخ يې واړاوه. پر درېم  ځل يې راته وويل :” فاطمې! دا آيت ستا او ستا د کورنۍ او اولاد په هكله نه دى نازل شوى، ته زما يې او زه ستا يم، دا د نورو په هكله نازل شوى؛پلار راته وايه!،چې زړه مې ژوندى كوي او خداى خوشحالوي .[196]“))

همداراز ام المؤمنين عايشه بي بي زياتوي : (( تر پېغمبر اكرم او فاطمې مې بل څوك رښتنى ونه ليد.[197]))

 

د حضرت فاطمة الزهرا ژړا

      د بغداد شيخ المحدثين، د خپل كتاب په لسم ټوك په خپل سند له “اسماء بن واثله” نقل كړى،چې وايي:(( له فاطمې مې اورېدلي،چې و يې ويل:علي راته يوه شپه راغى؛ نو په بستره كې يې وژړولم،و مې ويل: ولې؟ راته يې وويل: وا مې ورېدل،چې ځمكه ورسره خبرې كوي او هغه شپه مې په ژړا او زاريو تېره كړه،دا پېښه مې خپل پلار ته وويله؛نو پلار مې اوږده سجده وكړه اوچې سر يې راپورته كړ؛راته يې وويل: فاطمې! تا ته د سپېڅلي ځوځات زېرى دركوم؛ځكه خداى تعالى ستا مېړه تر ټولو غوره ګڼلى او فضيلت يې وركړى او ځمكې ته يې امر كړى،چې ورسره خبرې وكړي،خپل احوال او څه، چې ورباندې په لر او بر كې تېرېږي، ووايي.[198]))

حضرت علي د فاطمة الزهرا له نظره

      حضرت فاطمه د حضرت علي په هكله وايي: ((علي يو الهي او رباني لارښود دى،ځلانده څېره لري او د ټولو عارفانو او خداى لمانځونكيو چورليځ او محور دى،له پاكې كورنۍ دى، تل يې پر خوله حق ويلى او د رسول الله د دوو ګلونو او د جنتي ځوانانو حسن او حسين پلار دى .[199]))

خوشال بابا وايي :

د علي د آل دوستي د ايمان زړه دى

                                                                      څوك دې شك په دا په زړه نه راولي

د علي د آل په مدح كى جنت دى

                                                                     د خوشال خټك په داده تسلي

حمزه بابا وايي : 

ګويا موج دى د قدرت په سيند كې زور د علي

 زړه د الحاد د بړبوكو چولى شور د علي

ورور د علي كه و نبي،نبي و  ورور د علي

  كور د علي و د نبي د نبي كور د علي

نامه د خداى چې شوه نامه د علي نام خدا

 ځكه نشان شو لو سوا له حد نه خور دعلي

پرانېزه سترګې څه پرسان د مرتبو يې كوې

باغ د اسلام دى په رنګ رنګ ګلو سمسور د علي

چې په شكم كې د مادر يې هدايت كولو

د ماسوى ته احتياج ګاڼه پېغور د علي

څوك يې چې غم د فرزندانو كاندې غم يې څه دى

چې يې محبوب د كبريا غوندې غم خور د علي

چې غوره شوى د كوثر د اوبو ويش لره و

په مصيبت د صبر جام نه شو نسكور د علي

راشه جوهر د قربانۍ كړه راپر زړه د حسين

د سړيتوب پر آينه باندې دى پور د علي

حمزه نظر به وي پرې تل چې بې نوا ليمه وي

او شوې ككۍ دي چې ككۍ دي ځي په تورد علي

يوه ورځ فاطمه  پېغمبر اكرم ته راغله او د حضرت علي د بښنو او سر ښندو په هكله يې وويل : (( پلاره! علي په كور كې هيڅ خواړه نه پرېږدي، چې څه يې لاس ته ورځي،ټول پر بېوزليو ويشي.[200]))

حضرت ابو درداء (رض) وايي: ((حضرت علي مې پر سجده وليد،چې غږ نه اوري او نه ځان خوځوي،چغې مې كړې،پر خداى قسم چې علي ومړى،په منډه مې فاطمه خبره كړه، راته يي وويل : پر خداى قسم دا د علي معنوي حالت دى،چې د لوى خداى له وېرې پرې راغلى او په عبادت كې بې سده شوی دى .[201]))

د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې كېږي

پـــه دوستــــۍ يـــې د عـلي د مصقلي

خوشال بابا

پېغمبر اكرم،حضرت علي او فاطمه  سره يو ځاى ناست ول، پېغمبر اكرم،حضرت علي وستايه او ارزښتونه يې وويل او له زړه یې ورسره مينه ښکاره کړه. فاطمې وويل: (( پر هغه خداى قسم،چې ته يې پېغمبر كړې او په تا يې اسلامي امت ته لار وښووه،چې ژوندۍ يم؛نو د علي ارزښتونه به منم .[202]))

فاطمه  د انسان برى، له حضرت علي سره په دوستۍ او مينه كې ويني او وايي: (( هغه به بشپړ او رښتينى بريالى وي،چې له علي سره يې پر ژوندون او همداراز تر مړينې وروسته مينه وي.[203]))

       په “سفينه” كتاب كې يې له “امام باقر نقل” دى: (( پر رسول الله به چې ناروغي راغله؛نو د فاطمې پر نامه يې شفا غوښته او په لوړ اواز يې ويل،چې تر وره يې رسېده: ((فاطمه بنت محمد))او پالونکي به شفا وركوله.))

روايت دى،چې:

(( له خپلې ترور (عمه) سره ام المؤمنين عايشې بي بي ته ولاړم،  ترور مې وپوښتله :په ښځو كې څوك رسول الله ته ډېره ګرانه  وه؟ ويې ويل: فاطمه.په نارينه وو كې ورته څوك ډېر ګران و؟ ويې ويل: علي.[204]))

په كافي كې له امام باقر روايت دى،چې: ((پر حق تعالى قسم،چې فاطمه د ميثاق په ژمنه كې په علم سره له ناپوهۍ او شره بېله شوې او د حيض له وينې خوندي شوې ده.))

      “فقيه” له رسول اكرم روايت كړى،چې آنحضرت وويل: (( فاطمه ستاسې د ښځو په څېر نه ده؛ځكه د حورې په څېر د حيض او نفاس وينه نه لري.[205]))

له حضرت ابن عباس نه روايت دى،چې رسول الله وويل :

(( لور مې فاطمه بشري حوره ده،چې حيض پرې نه راځي او نه استحاضه كېږي او خداى تعالى ځكه فاطمه نومولې،چې هغه او مينوال يې د دوزخ له اوره غوڅ او پرې “فطم” شوي دي . حضرت عمر (رض) چې د حضرت علي پر لور “ام كلثوم” مرکه وكړه؛نو علي ورته عذر وكړ،چې عمر يې لږ دى .حضرت عمر (رض) ورته وويل: مطلب مې دا نه دى،چې خوند ترې واخلم؛بلكې له پېغمبر اكرم نه مې اورېدلي ،چې ويل يې:” د قيامت پر روځ بې زما له نسب او سبب نور ټول سببونه او نسبونه پرې كېږي،هر قوم او ټبر خپل پلار ته منسوب وي؛ خو بې د فاطمې له اولادونو،چې زه يې پلار يم.”[206]))

خوشال بابا وايي :

دوستداران د اهل بيت له اوره خلاص دي

بـــــې دوستــــۍ يې عـــالم کـله مخلص دى

يو تن خپله مېرمن فاطمې بي بي ته ولېږله،چې پوښتنه ترې وکړي : (( ايا مېړه مې ستاسې له دوستانو دى که نه؟)) ويې ويل: (( پر کومو څيزونو،چې درته امر کوو،و يې کړئ او له کومو،چې مو منع کوو، مه يې کوئ؛نو زموږ د دوستانو په ډله کې به وشمېرل شئ.))دا ځواب يې،چې واورېد؛نو پرېشانه شو او د خپلو نيمګرتياوو په اړه يې وويل: ((څه حال به مې وي،تل به په دوزخ کې پروت يم))ښځې يې دا خبرې فاطمې بي بي ته وکړې. فاطمې ورته وويل: (( مېړه ته دې ووايه،چې داسې نه ده،زموږ مينوال د جنت له غوره کسانو دي او زموږ ټول دوستان او زموږ د دوستانو دوستان او زموږ د دښمنانو دښمنان به په جنت کې وي. چاچې په زړه او خوله زموږ دوستۍ ته غاړه اېښې وي او که زموږ له امرونو سرغړونه وکړي او له بديو ډډه ونه کړي؛نو زموږ له واقعي مينوالو به نه وي. چې کله دوى د قيامت د ورځې کړاوونه وويني او لږه موده د دوزخ په پورتنيو پوړونو کې تېره کړي او له ګناهونو ووينځل شي؛نو جنت ته به ور ننوځي او له موږ سره د دوستۍ له کبله به وژغورل شي او ځان ته به يې راولو.[207]))

  حضرت علي وايي: ((د مدينې يوه ښځه فاطمې ته راغله او ويې ويل : زما يوه سپين سرې مور ده،چې د لمانځه په هکله ډېرې پوښتنې لري، زه يې راولېږلم،چې په اړه يې درنه شرعي پوښتنې وکړم. ښځې ترې ډېرې پوښتنې وکړې؛خو څو شېبې وروسته خجالت شوه او ويې ويل : د رسول الله لورې! ډېرې پوښتنې مې درنه وکړې، نور مو نه په زحمتوم . فاطمې بي بي وويل:که نورې پوښتنې لرې،هم يې وکړه،که څوک چاته سل زغره ديناره  سره ورکړي،چې دا دروند بار د کور چت ته پورته کړه؛نو دا کار ورته سخت دى؟ ښځې وويل: نه ! و يې ويل : زه،چې ستا هره پوښتنه ځوابوم؛نو د ځمکې او عرش ترمنځ واټن هومره ډېرې مرغلرې ثواب ګټم؛نو دا کار را‌باندې دروند نه دي.[208]))

 ((اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونِةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُّورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاء وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ [209]= ((الله د اسمانو او ځمكې رڼا ده، د رڼا مثال يې (داسې دى) لكه په تاخچه كې،چې يوه بله ډېوه وي،ډېوه په يوه ښيښه كې وي ښيښه (د هغې رڼا له امله) د ځلنده ستورې په څېر وي،چې (دا ډېوه) د ښونه له بركتناكې ونې،چې نه ختيزه وي او نه لويديزه په تېلو بلېږي (او تېل يې دومره صاف او نږه دي،چې) نژدې وي بې د اور له رسېدو(ولګېږي او) رڼا وكړي (د ډېوې دغه) رڼا(د نږه تيلو) په رڼا ده او د خداى،چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) په خپله رڼا ورته لار ښيي او خداى خلكو ته دا مثالونه بيانوي (چې د محسوساتو له لارې پر معقولاتوو پوهېږې) او خداى پر هر څه پوه دى.))

د (كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ) آيت په باب “ابن مغازلي شافعي” په خپل سند له ارواښاد “حسن بصري” روايتوي :

((ابوالحسن علي مې ددې آيت په باب وپوښته .ويې ويل: رسول اكرم راته وويل : له ((كَمِشْكَاةٍ)) مطلب “فاطمه” ده، له ((الْمِصْبَاحُ )) مطلب حسن او حسين،((الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ)) (زجاجه؛يعنې ځلانده ستورى). فاطمه په ښځينه عالم كې ځلانده  ستورې وه، ((يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ)) له ((شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ)) مطلب ابراهيم عليه السلام دى،(( لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ))؛يعنې نه يهودي او نه نصراني دى . (( يَكَادُ زَيْتُهَا))؛ يعنې نژدې دى،چې علم د فاطمې له شتونه په خبرو راشي، ((وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ))چېكه څه هم اور ورته نه رسي ((نُّورٌ عَلَى نُورٍ ))؛يعنې د بي بي زهرا له ځوځاته امامان دي،چې په يو بل پسې راځي،(( يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاء)) ويې ويل : خداى كه چاته وغواړي؛نو زموږ په ولايت (آل محمد ولايت) ورته سمه لار ورښيي.[210]))

حضرت فاطمه له پېغمبر اکرمه روايتوي : (( د جمعې پر ورځ داسې يو مهال شته،چې پکې د خير غوښتنه منل کېږي، و مې پوښت : رسول الله! هغه کوم وخت دى؟ ويې ويل : نيم لمر، چې ولوېږي بيا به فاطمې بي بي تل د جمعې د ورځې د لمر پرېوتنې پر مهال مسلمانانو ته دعاګانې کولې.[211]))

 يوه ورځ حضرت “حسن مثنى” (د امام حسن مجتبى زوى)حضرت “عمر بن عبدالعزيز” ته ورغى(عمر بن عبدالعزيز ځوان او هغه بوډا و)؛نو عمر په درناوي د مجلس په پورته برخه كې كېناوه، درباريانو يې وويل:چې ته  اموي يې،ولې د علي د اولادې درناوى كوې؟ ورته يې وويل: موثقو او ډاډمنو راته نقل كړى او دا دومره اعتمادي دي،چې نقل يې راته داسې دى؛لكه په خپله مې،چې اورېدلى وي، چې رسول اكرم ويلي دي : ((فاطمه زما د تن برخه ده،چاچې خوشحاله كړه؛نو زه يې خوشحاله كړى يم او چاچې خپه كړه؛ نو زه يې خپه كړى يم)) او زه پوهېږم،كه فاطمه ژوندۍ واى او دا يې كتلي واى،چې ما يې د لمسي څومره درناوى وكړ؛نو خوشحاله به وه؛نو زما د عمل پايله دا ده،چې آنحضرت رانه خوشحاله شي.[212]))

پېغمبراكرم : (( فاطمې! خداى تعالى ستا په غوسه، غوسه كېږي او په خوښۍ دې خوښېږي .[213]))

حضرت فاطمه د پاكوالي په اړه وايي: (( څوک چې تر خوړو وروسته په ككړو او غوړو لاسونو ويده شي؛نو تاوان به وكړي .[214]))

حضرت فاطمه د خوړو د ادابو په اړه وايي: (( دسترخوان چې خپور شو او ډوډۍ مو خوړه؛نو دولس غوره كارونه دي،چې هر مسلمان يې بايد و پېژني،چې څلور په كې  واجب،څلور مستحب او نور د درناوي نښه ده.څلور واجب عملونه دادي :

1- د لوى خداى پېژندل او بايد پوه شو،چې ټول نعمتونه د هغه له لوري دي .2- د خداى پر نعمتونو خوښي ښوول.3- په پيل كې د “بسم الله الرحمن الرحيم” ويل. 4- په پاې كې له خدايه شكر اېستل.

څلور مستحب عملونه دادي:

1- تر خوړو مخكې اودس كول.2- کيڼ اړخ ته كېناستل.3- خواړه په ناسته خوړل. 4- خواړه په درې ګوتو خوړل .

څلور عملونه،چې د درناوي نښه ده:  

  1- په خپله مخه كې خواړه خوړل .  2- كوچنى كپ كول. 3- دخوړو ښه ژوول .4- نورو ته لږ کتل .[215] ))

خوشحال بابا وايي:

په طعـــــــــــام كې څــلور څيزه           ادب دادى زما جانه

فريضــــه دي اى عـــزيزه           نمړۍ كمه خوره له خوانه

بيا څلـــور په كې سنت دي        په خپل لوري خواړه اخله

اداب هـــــــــم څلور شهرت دى       مـــه وبل لوري نه اخله

دوه څيــــــــــــزونه دارو دينه          نمـــــړۍ ښه سره وژويه

دوه مكـــروه په كې شعارينه        بيــا يې ونغړه اى زويه

فريضـــــــــــــــه څلـــور څيزونه        بل نمړۍ د چا مه ګوره

په طعــام كــــــې دي دا چې شونه       داڅلور ادابه ژغوره

حضرت فاطمه د كجورو د غذايي ارزښت په اړه وايي : (( كجوره مؤمن ته غوره ډالۍ ده.[216]))

حضرت فاطمه د انسان د ارزښتمنۍ کچه له خلکو او کورنۍ سره په غوره او نېک چلن کې ويني او وايي: ((په تاسې کې هغه غوره دى،چې له خلکو سره په مهربانۍ چلېږي او ارزښتمن هغه دى،چې پر خپلو ښځو مهربان وي.[217]))

حضرت فاطمه د روژې په اړه وايي : ((که روژه د روژه تي ژبه ، غوږونه،سترګې،پښې او لاسونه له ناوړه کړنو ونه ژغوري؛نو انسان به په داسې روژه څه وکړي؟[218]))

حضرت فاطمه د امت د ګناهکارانو د شفاعت په اړه وايي :

 ((د قيامت پر ورځ،چې راپاڅم؛نو د رسول الله د امت د ګناهکارانو شفاعت به وکړم.[219]))

((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا=په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي)، مؤمنانو! تاسې هم پر هغه  درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ. ))

خوشال بابا وایي :

صـــــــــــــلوات له ما په واړو     تحـــــــــــــــيات له ما په واړو

زه دوســـــــــــتدار دده دآل يم     په دوستۍ کې يې خوشحال يم   [220]

پر محمد(ص) او آل يې

د درود فضيلت

په کنزالعمال کې حضرت “حسن” له رسول الله روايت کړى دى : ((پر ما ډېر درود ووياست ؛ځکه د ګناهونو د بښـل کېدو لامل مو دى .))

 حضرت “ابودرداء”  له رسول اکرم را نقل کړى دى : ((څوک چې ګهيځ او ماښام لس ځل پر ما درود ووايي؛نو زما په شفاعت کې به وي .[221]))

 له حضرت “سهل بن سعد” روايت دى : ((رسول الله راننووت، ابوطلحه مخې ته ورغى او ښـه راغلاست يې ورته ووايه او ويې ويل : مور و پلار مې درځار شه، د څښتن استازيه!  څېره موخوشحاله وينم.  و يې ويل : لږ مخکې جبراييل راغى او راته يې وويل :محمده ! چا چې يو ځل پر تا درود ووايه ؛نو څښتن به ورته لس نېکۍ په ثواب کې ورکړي او لس  بدۍ به ترې لرې او لس درجې به يې اوچت  کړي.[222]))

په صحيح مسلم ،سنن ترمذي ،سنن نسايي ،مسند احمد او نورو کې له حضرت ابوهريره  روايت دى، چې د څښتن استازي وويل : ((څوک چې پر ما يو ځل درود ووايي،څښتن به پرې لس ځله درود وايي .))

حضرت “عمار ياسر”(رض) له رسول اکرم روايتوي :

((خداى  يوې پرښتې ته د ټولو خلکو هومره د اورېدو قدرت ورکړى او د قيامت تر ورځې زما پر قبر ولاړه ده او څوک،چې پر ما درود وايي؛ نو دا پرښته يې نوم او د پلار نوم راښيي،چې محمده (ص)! پلاني د پلاني زوى درباندې درود وايي. ستر پالونکي مې ضمانت کړى، چې د هر چا درود لس ګرايه ور  ګرځوم.[223]))

په سنن ابوداوود ،ترمذي،نسايي ،مسند احمد او مستدرک کې له  “فضالة بن عبيد” نه روايت راغلى،چې ويلي يې دي:

((‏يو لمونځغاړى،چې يوازې ځان ته يې دعا کوله؛خو نه يې  دڅښتن شکر ادا کړ او نه يې د څښتن پر استازي درود وايه، رسول اکرم ورته وويل:لمونځ کوونکيه!چې لمونځ دې وکړ او کېناستې؛نو د څښتن شکر وکړه او پر ما درود ووايه ؛نو بيا له څښتنه،چې څه، غواړې، و يې غواړه.))

د څښتن استازي يو بل سړي ته، چې لمونځ يې وکړ،د څښتن شکر يې ادا کړ او د څښتن پر استازي يې درود ووايه ،وويل : ((لمونځ کوونکيه! دعا وکړه،چې قبلېږي.[224]))

د احمد په مسند،سنن ترمذي او په نورو کې  له حسين بن علي د څښتن د استازي وينا را نقل شوې ده:

((کنجوس هغه دى،چې په مخ کې يې زما نوم واخستل شي او پر ما درود ونه وايي .[225]))

سلام د حمزه څه دى چې پاک رب پرې سلام وايي

درود د حمزه څه چې ملائک  يې دوام وايي

حمزه بابا

پر محمد(ص) او آل

يې د درود څرنګوالی

په “کنزالعمال” کې له حضرت علي روايت دى :

(( قالوا يا رسول الله ! و کيف نصلى عليک ؟ قال : قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد؛يعنې(اصحابو کرامو )  وويل : دڅښتن استازيه ! څنګه پر تا درود ووايو؟ ويې ويل : ووياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد.[226]))

په صحيح مسلم،سنن ابو داود،ترمذي،نسايي ،موطا مالک، مسند احمدبن حنبل ،سنن دارمي کې له  حضرت “ابو مسعود بن انصاري” روايت دى، چې ويلي يې دي :

  ((د څښتن استازى راغى او موږ د حضرت “سعد بن عباده” په غونډه کې ناست وو. “بشيربن سعد” ،ابونعمان بن بشير، رسول الله ته وويل : د څښتن استازيه! خدای (ج) حکم راکړى،چې پر تا درود ووايو؛نو څنګه يې درباندې ووايو؟راوي وايي: د څښتن استازى چوپ شو او موږ هيله وکړه،چې کاشکې مو دا پوښتنه نه وه کړې . بيا د څښتن استازي وويل : ووياست :”اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد”  او سلام هم همداسې دې ؛لکه چې پرې پوه شوئ.[227]))

په دعا پسې چې پر آل محمد درود وويل شي؛نو قبلېږي

(کنزالعمال:لومړى ټوک:173 مخ )وايي : د دعا او خداى ترمنځ يو حجاب دى او چې کله پر آل محمد درود وويل شي؛نو دا حجاب څيرې شي او دعا قبلېږي  او که پر آل محمد درود و نه ويل شي؛نو دعا بېرته راستنېږي او نه قبلېږي .( له ديلمي نقل شوى دى )

( ابن حجر ؛صواعق :88 مخ ) او فيض القدير : پينځم ټوک :19 مخ او متقي ؛کنزالعمال :لومړى ټوک ،214 مخ له عبيدالله بن ابي  حفص عيشي او عبدالقادررهاوي په اربعين کې او طبراني په الکبير کې او بيهقي په ( شعب الايمان ) کې او بيا فيض القدير :3ټوک :543 مخ له ابو الشيخ نه او په شرح کې  له بيهقي په شعب الايمان کې او له ترمذي او ابن عمر (رض) نه او ديلمي په مسند الفردوس کې هر يو په دې اړه  يو مضمون راوړى دى .

او ثعلبي په خپل قصص کې د حضرت يوسف په کيسه ( 157 مخ ) کې راوړي : پر څلورمه ورځ جبراييل حضرت يوسف ته راغى او ويې پوښته: چا په څاه کې اچولى يې ؟ حضرت يوسف ورته وويل : وروڼو مې چې له يوه پلاره هم دي . جبراييل : ولې يې دا کار درسره وکړ ؟ يوسف : ځکه کينه يې راسره کاوه، چې زه ولې ترې پر خپل پلار ګران يم . جبراييل : غواړې له دې څاه راووځې ؟ يوسف : هو ! غواړم . جبراييل وويل : نو  و وايه : ( يا صانع کل مصنوع و يا جابر کل مکسور و يا حاضر کل ملاء و يا شاهد کل نجوى او يا قريبا غير بعيد و يا مونس کل وحيد  و يا غالبا غير مغلوب  و يا علام الغيوب و يا حيا لا يموت و يا محيى الموتى لا اله الا انت سبحانک اسالک يا من له الحمد يا بديع السموات و الارض يا مالک المک يا ذالجلال و الاکرام ان تصلى على محمد و على آل محمد و ان تجعل لي من امرى و من ضيقى فرجا و مخرجا و ترزقنى من حيث احتسب و من حيث لا احتسب ) حضرت يوسف دا دعا وويله او خداى يې هم له څاه د راايستو وسيله چمتو کړه او له ورونو يې بچ کړ او د مصر واکمن يې کړ، چې سوچ ته يې هم نه راتلل .

 

هغه لمونځ نه قبلبېږي چې پکې پر آل محمد درود و نه ويل شي

( سنن بيهقي :2ټوک :379 مخ ) پر خپل سند له ابي مسعو د څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : که لمونځ وکړم او پکې پر محمد او آل يې درود و نه وايم؛نو فتوا مې داده، چې لمونځ مې پوره نه دى کړى .

دا روايت دارقطني؛سنن : 136 مخ او همداراز په هماغه مخ کې يې د خداى له استازي روايت نقل کړى دى . ذخاير العقبى په 19 مخ کې له جابر څخه روايت نقل کړى او صواعق المحرقه هم په 88 مخ کې له شافعي روايت نقل کړى دى،چې و يې  ويل :

يا اهل بيت رسول الله حبـک     فرض من الله فى القرآن انزله

کفاکم من عظيم القدر انـکم      من لم يصل عليکم لا صلوه له

يعنې آل محمده ! درسره مينه هغه فرض چار دى، چې خداى په خپل قرآن کې نازل کړى دى او همدا دليل مو عظمت ته بس دى، چې که څوک په لمانځه کې درباندې درود ونه وايي؛نو لمونځ به يې لمونځ  نه وي .

دا دوه بيته شعر  شبلنجي هم  د  نور الابصار په  104 مخ  کې له شافعي نقل کړى دى او په بل باب کې به په دې  اړه  خبره وشي،چې په لمانځه کې په تشهد کې پر درود سپارښتنه کوي؛لکه ددې حديث په څېر چې وايي : چې کله په لمانځه کې پر تشهد شوې؛نو ووياست : اللهم صل على محمد و آل محمد .

او ټول پوهېږو،چې د امر صيغه (ووياست) پر وجوب دلالت کوي او هم پوهېږو،چې که څوک په لوى لاس د لمونح يو فرض پرېږدي؛نو لمونځ به يې باطل وي ؛بلکې د  قاعدې غوښتنه ده،چې سهواً هم باطل وي مګر داچې د لمانځه د اجزاوو په اړه  ځانګړى دليل ووايي، چې سهوي اخلال لمونځ نه باطلوي؛لکه دا حديث : ( لا تعاد الصلوة الى من خمس؛يعنې لمونځ نه کېږي؛خوداچې  په  پينځو (فرضو) کې اخلال راشي ) راښيي،چې بې له پينځو (فرضو)  په نورو کې اخلال، لمونځ نه باطلوي.

فخر رازي په خپل تفسير کې د : ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)) تر آيت لاندې  ليکي : غوره دعا پر محمد او آل يې درود دى؛ نوځکه يې د تشهد په پاى کې فرض کړى دى او  هغه : اللهم صل على محمد و على آل محمد دى .

رسول اکرم منع کړي يو، چې بتراء درود مه وياست

( صواعق محرقه :87 مخ ) کې د رسول اکرم وينا ده : پر ما بتراء درود مه وياست . وپوښتل : بتراء څه دي ؟ و يې ويل : داچې ووياست : اللم صل على محمد او بس؛بلکې بايد ووياست :اللهم صل على محمد و على آل محمد .

 حضرت فاطمة الزهرا  د قرآن د لوستو د فضيلت په هکله وايي:((د حديد،واقعه او الرحمن د سورتونو لوستونکي به په ځمکه او اسمانو کې جنتي وي .[228]))

  حضرت فاطمة الزهرا  زياتوي : ((ستاسې له دنيا مې درې څېزونه خوښ دي :

١- د قرآن لوستل .٢- د رسول الله مخ ته کتل .٣- د خداى په لار کې لګښت کول .[229]))

((يوه ورځ پېغمبر اکرم،فاطمه خپه وليده،پوښتنه يې ترې وکړه : ولې خپه يې؟ ويې ويل: پلاره! د قيامت ورځ مې راياده شوه،چې ټول خلک به پکې لوڅ ولاړ وي . [230]))

حضرت فاطمة الزهرا

او د پېغمبر اکرم (ص) مړينه

    

پېغمبراكرم د عمر په پاتې شپو ورځو كې پر ممبر كېناست او ويې وويل: (( د چا چې زه پوروړى يم، رادې شي او خپل پور دې واخلي.))

 تر دې وروسته حضرت “بلال” (رض) د مدينې په كوڅو كې په لوړغږ وويل: ((خلكو! “محمد بن عبدالله”(ص) غواړي له قيامت مخكې قصاص شي. څوک چې پرې څه حق لري،رادې شي، ودې يې غواړي .))

 يو سړى راپورته شو او ويې ويل : (( رسول الله! د بدر په غزا كې،چې تاسې د سر تېرو ليکې سمولې؛ نو زه مو په لوڅه خېټه په دورو ووهلم.))

 پېغمبر اكرم وويل: (( راشه او قصاص مې كړه .))

سړي وويل: ((هماغه  دوره راوړئ.))

 پېغمبر اكرم ،حضرت بلال ته وويل: (( د فاطمې له كوره دې جنګي دوره راوړي؟))

 حضرت فاطمې بي بي وويل: (( بلاله! پلار مې د جګړې په دوره څه كوي؟ اوس خو د جګړې ورځې هم نه دي.))

 حضرت بلال ورته تېره کيسه وکړه،فاطمې بي بي چغه كړه او ويې ويل: (( واى پلاره! پر تا څرنګه غم راغى، بې له تا به بل څوك د بېوزليو او نشتمنو پر سر د مهربانۍ لاس را كاږي؟ د خداى دوسته!  او د ټولو د زړونو دوسته! بلاله ! زما زامنو حسن او حسين ته ووايه، چې هغه سړي ته ورشي او ورته ووايي،چې موږ قصاص كړه؛خو چې پېغمبر اكرم (ص) ونه ځوروي.[231]))

 پېغمبر اكرم  د ژوند په وروستيو شېبو كې و او حضرت علي، امام حسن،امام حسين او فاطمه  يي شاوخوا ته ناست ول . د پېغمبر اكرم اوښكې بهېدې،څه يې ويل غوښتل؛خو و يې نه ويلاى او بې سده شو. فاطمې بي بي چغې كړې،ويې ويل: ((رسول الله! ستا اوښكې،چې مې ولېدې؛نو زړه رانه ووت او ځيګر مې وسوز،وروستي ستر پېغمبره!د خداى نازوليه ! د خداى غوره پېغمبره! تر تا وروسته به زما پر اولادې څه پېښېږي؟ تر تا وروسته به پر موږ څرنګه كړاوونه راشي؟ تر تا وروسته به پر علي څه پېښ شي؟ هغه ستا ورور دى او د اسلام د دين ملاتړ به وي او تر تا وروسته به پر الهي وحې څه پېښ شي؟))

بيا فاطمه  د پېغمبر اكرم  پر سينه پرېوته او ژړل يې، خپل پلار يې ښكل كړ. په دې وخت كې پېغمبر اكرم  د فاطمې بي بي لاس د حضرت علي په لاس كې كېښود او ويې ويل: ((علي! فاطمه وساته،چې درسره د خداى او زما امانت دى.[232]))

    پېغمبر اكرم ،چې خاورو ته وسپارل شو؛نو فاطمې بي بي حضرت انس (رض) ته وويل (( انسه! ايا زړه دې كېده،چې پر رسول الله مو خاورې اچولې واى .[233]))

 

حضرت فاطمة الزهرا

د پلار په وير کې

     د پېغمبر اكرم تر وفات وروسته اسلامي امت ويرجن شو.فاطمه  هم ويرجنه وه او ويل يې: (( پلاره! تر تا وروسته به د غونډو او ناستو تياره څومره ډېره وي،زه ځان ته پاتې شوم او زړه مې غواړي ژر درپسې درشم.ابالحسن ستا په غم كې ويرجن دى،ستا د دوو زامنو(حسن او حسين) پلار او ستا ورور،ملګرى او غوره كړاى شوى ،چې وړوكى دې رالوى كړ او بيا دې ورته ورور ووايه،پر وير دې اوښكې تويوي.هغه ستا له نږدې يارانو او غوره اصحابو و، تر ټولو مخكې اسلام يې راوړ،د دين ملاتړ شو او هجرت يې وكړ. پلاره! موږ ستا په وير كې اوښكې تويوو او ډېرې سختې شېبې راباندې راغلي دي،محمده!(ص) دوسته! پلاره! ابالقاسمه! احمده!ملګري او ملاتړ لږ دي ؛خو ستونزې او کړاوونه ډېر دي.[234]))

 فاطمې بي بي د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته ډېر ژړل او ويل يي: ((خوږ پلاره!تر تا وروسته بايد د زړونو دردونه جبراييل ته وويل شي. پلاره!تر تا وروسته وحې بنده شوه. پلاره! نور نو د خداى وحې بنده شوه.[235]))

حضرت “ورقه بن عبدالله ازدي” له حضرت فضه روايتوي: ((پېغمبر اكرم،چې خاورو ته وسپارل شو؛فاطمه  ډېره پرېشانه وه،په ژړا له كوره راووته او د تلو متره پكې نه وه، د پېغمبر اكرم قبر ته يې ځان ورساوه،سترګې يې ،چې پر محراب او د اذان كولو پر ځاى ولګېدې؛ نو بې سده پر ځمكه راوغورځېده،د مدينې ښځو يې پر مخ اوبه واچولې او په سد کې شوه، بيا د خپل پلار قبر ته ځير شوه او ويې ويل:” متره رانه تللې او د صبر كاسه مې نسكوره شوې او دنننى غم مې وژني. پلاره! زه يوازې پاتې شوم،حېرانه يم،مرۍ مې ټپه شوې. پلاره!تر تا وروسته د قرآن نازلېدل بند شول،د جبراييل د راښكته كېدو او د ميكائيل مكان له منځه ولاړ. پلاره! تر تا وروسته د انسانانو اړيكې بدلې شوې او ټول ورونه راباندې وتړل شول . تر تا وروسته مې له دنيا كركه كېږي اوچې ساه مې نه وي ختلي؛نو درپسې به ژاړم . پلاره! له تا سره مې مينه او تر تا وروسته  ويرمې نه ختمېدونكى دى .[236]))

حضرت فاطمې بي بي په ژړغوني غږ وويل: (( پلاره! ته چې وې؛نو په دنيا كې رڼا وه،نن ستا په وير كې رڼاګانې نشته او ټول ګلونه مړاوي دي،چې د تورو شپو نښه ده.پلاره! زړه به مې هله ارام شي،چې درپسې درشم. پلاره! له كومې شېبې،چې بېلتون راغى؛نو له سترګو مې خوب وتښتېد.پلاره! ته چې وې؛نو موږ درسره ستر او غوره وو؛ خو تر تا وروسته خپاره شو،تر تا وروسته داسې څوك نشته،چې ويرجن نه وي او په سترګو كې يې اوښكې نه وي .ته د دين پسرلى وې او د پېغمبرانو د سترګو تور  وې . پلاره! پر ستر مصيبت اخته شوم او دروند پېټى مې پر اوږو شو. پلاره! پرښتو ستا په غم كې اوښكې تويې كړې،منبر دې خالي شو او محراب دې هم تش تور دى .[237]“))

پېغمبر اکرم،چې خاورو ته وسپارل شو ؛نو فاطمې بي بي نړۍ داسې وښووه: (( پر اسمانو تپې تيارې خپرې شوې، د سهار او ماسپښين رڼا ولاړه ،د رسول الله (ص)  پر مړينه ځمکه ويرجنه ده،د اسلام د پېغمبر په وير کې بايد ختيځ او لويديځ اوښکې تويې کړي او د “مضر” او “يمان” ټبرونو ته هم په کار دي،چې اوښکې تويې کړي،په کار دي،چې د “طورغره” او د کعبې اسمان يې په وير کې اوښکې تويې کړي . د پېغمبرانو خاتمه! رڼا دې سپېڅلې ده،د خداى درود دې درباندې وي .[238]))

د پېغمبر اکرم تر مړينې وروسته به فاطمې بي بي تل د شپې او ورځې ژړل .ځينې خلک حضرت علي ته راغلل او ورته يې وويل : (( د فاطمې ژړا کابو کړه.)) بله ډله راغله او ويې ويل: (( فاطمه دې يا د شپې ژاړي يا د ورځې.))

 فاطمې بي بي ورته وويل: (( ابالحسنه! لږې مودې ته درسره يم او ډېر ژر به درنه ولاړه شم، پر خداى قسم،چې ژوندۍ يم، شپه او ورځ به ژاړم څو، له رسول الله سره يو ځاى شم.))

حضرت علي ورته وويل :(( څرنګه،چې دې خوښه وي؛هماغسې  وکړه.))

فاطمې بي بي ته يې په “بقيع” کې د “بيت الاحزان” په نامه يوه خونه جوړه کړه،چې وير پکې وکړي .[239]

حضرت فاطمه د پېغمبر اکرم په وير کې وايي: (( چا چې د رسول الله د قبر د خاورې ښکلى بوى، بوى کړى وي؛نو که په ټول عمر کې بل ښه څيز بوى نه کړي؛نو څه به وشي. غم او وير راباندې ورېږي،که  پر رڼا ورځو ورېدلى واى؛نو پر تپو تيارو به اوړېدلى واى، پلاره! زړه مې له غم او غوسې ډک دى،څومره به ښه وي،چې له هماغو غمونو سره زه هم تللې واى.پلاره! تر تا وروسته په ژوند کې  خير او نېکي نشته؛ ځکه ډېره ژاړم،چې تر تا وروسته ډېر عمر ونه کړم،پر زړه مې چې راوورېږې؛نو د قبر خواته دې ژاړم،ګيلې کوم؛خو ته راته ځواب نه راکوې .اى هغه چې په خاورو کې ارام ويده يې!ژړا خو تا راښوولې او چې دې راياد کړم؛نو ټول غمونه رانه هېر شي،که څه په خاورو کې رانه پټ يې؛خو له ويرجن زړه مې پټ نه يې.ای سترګو! اوښکې توى کړه. د خداى رسوله! د يتيمانو او بېوزليو غږ اورېدونکيه! غرونه،څاروي،مرغان او تر ځمکې وروسته،اسمان هم په غم کې ژاړي .زما سروره! د مکې ښار،رکن،مشعر او د بطحها ځمکه هم ژاړي،اسمان،محراب او ستا د قرآن  ښوونې ځاى سبا بېګا ستا په بېلتانه کې ژاړي . پلاره! که منبر ته دې وګورې؛نو تيارې پرې کېناستې . خدايه! ژر مرګ راکړې؛ځکه د دنيا ژوند راباندې تور او تياره شوى،غمونه راباندې ورېږي،که دا پر ورځو ورېدلى واى؛نو پر تپو تيارو به اوښتي واى . رسول الله،چې  ژوندى و؛نو زه يې تر سيوري او ملاتړ لاندې وم او له هيڅ دښمن او کينې نه ډارېدم . هغه مې ښکلا وه؛خو نن وېرېږم،چې که تېرى راباندې وشي؛نو تېرى کوونکى به په خپله لوپټه له ځانه وشړم.که کوتره د شپې د ونې پر ښاخ ژاړي؛نو زه په سهار کې ژاړم،تر تا وروسته مې وېره او غم له ځان سره مله کړى او له اوښکو مې ځان ته وسله جوړه کړې،ستا بېلتون راته ډېر ګران دى،د هغه محبوب په غم کې به ژاړم،چې لار يې راوښووله او ولاړ. اى سترګو! لاسنيوى مې وکړئ،ځکه زړه مې ډک دى او د خپل محبوب په غم کې به تل اوښکې تويوم.[240]

حضرت “ورقه بن عبدالله ازدي” له حضرت “فضه” روايتوي،چې حضرت فاطمې يوه ورځ د خپل پلار د قبر  تر څنګ وويل: ((ستا په وير کې مې غم تازه دى او پر خداى قسم، زړه مې  سخت عاشق دى،غم دې راباندې هره ورځ ډېرېږي او له زړه دې نه شم ايستاى،ستا مړينه ډېره ستره ده او اوښکې مې هره شېبه تازه کېږي.کوم زړه،چې ستا په وير کې صابر وي؛نو ډېر ټينګ او زغمناک به وي .[241]))

      فاطمه له خپلو زامنو سره ناسته وه او د  پېغمبر اكرم خوږې شېبې يي ورته يادولې : ((زما د دوو زامنو پلار چېرته دى،چې تاسې يې ډېر خوښ وئ او تل يې پر خپلو اوږو ګرځولئ او ځمكې ته به يې نه پرېښوولئ؟ ستاسې پلار چېرته دى،چې پر تاسې تر ټولو زيات زهير او مهربان و؟ بيا به يې په دې دنيا ونه وينو،چې ددې كور پر وره راننوځي اولكه د تل په شان مو په غېږ كې واخلي.[242]))

خوشال بابا وایي :

ترهلا اوتربلال يې صــــــــــدقه شم

لارانجه مې دپله خاورې دبوذر دي [243]

سلمان و که بوذر و که مقداد و که عمار

هر يو زمونږه تاج و د دوى تاج د سر علي

حمزه بابا

 د پېغمبر اكرم تر مړينې وروسته فاطمې بي بي د مدينې د ښځو په يوه ټولي كي وويل:[(( انالله وانا اليه راجعون)) پېغمبر اكرم وفات شو او وحې هم ورسره بنده شوه.[244]]

     حضرت “سلمان فارسي”(رض) وايي: (( د حضرت علي په بلنه د فاطمې بي بي کور ته ولاړم او راته يې وويل:” سلمانه! د پلار تر مړينې وروسته دې راسره جفا وکړه”، بيا يې راته وويل:” کېنه څه درته وايم،پرون دلته ناسته وم،چې ناڅاپه درې ښکلې نجونې راننووتې؛ ورپاڅېدم او ومې پوښتلې : د مکې ياست، که د مدينې؟” ويې ويل : “د محمد(ص) لورې! موږ د مکې او مدينې نه يو،جنتي حورې يو او د ليدو عاشقانې دې يو او موږ پالونکي رالېږلي يو” يوه پکې غټه وه او د نامه پوښتنه مې ترې وکړه ويې ويل:”مقدودي.” ومې ويل:”مقدودي ولې؟” ويې ويل:”ځکه زه “مقداد بن اسود” ته پيدا شوې يم.”بله مې وپوښتله: ويې ويل:”ذره.”ومې ويل : “ته راته درنه ښکارې، نوم دې ولې ذره دى؟”ويي ويل:”زه ابوذر غفاري ته پيدا شوې يم.”درېمه مې وپوښتله، ويې ويل:”سلمي.” ومې ويل : سلمي ولې؟ ويې ويل:” خداى زه سلمان فارسي ته پيدا کړې يم. “وروسته حورو راته خوږبويه کجورې راکړى.”حضرت سلمان زياتوي: له دې کجورو يې لږې راته راکړې، کجورې مې راواخستې، په لار کې مې، چې هر اصحابي ليده؛نو راته به يې ويل: څومره ښکلى بوى دى،مشک درسره دي؟ حضرت سلمان فارسى زياتوي : حضرت فاطمې له جنتي حورو سره تر ليدنې وروسته راته لږې کجورې راکړى،چې ډير ښه بوى يې کاوه،په لار کې راته اصحابو کرامو وويل: څومره ښه عطر درسره دي؟ دا پېښه مې حضرت فاطمې بي بي ته وويله،چې خوشحاله او مسکۍ ښکارېده او ويې وويل:” دا جنتي خوږبويه کجورې د هغې ونې دي،چې زما له يوې دعا پيداشوي دي اودا دعا راته رسول الله (ص) ښوولې وه،چې داده:

بسم الله النور

بسم الله الذى يقول لشىء کن فيکون

بسم الله الذى يعلم خائن الاعين وما تخفى الصدور

بسم الله الذى خلق النور من النور

بسم الله الذى هو بالمعروف مذکور

بسم الله الذى انزل النور علي الطور بقدر فى کتاب مسطور، علي نبى محبور.[245]))

د فاطمة الزهرا تاريخي وينا

حضرت فاطمة الزهرا په نبوي جومات کې يوه وينا کړې، چې ځينې برخې يې را اخلو :

د الله تعالى شكردى،چې نعمتونه او توفيقونه يې راكړي ،خداى پاك ستايو،چې پېروزېنې يې راباندې كړي،له پېله يې بې شمېره او پراخه لورېنې رالورولي او بې حسابه احسان يې كړى. تل يې له ډاليو برخمن كړي يو،بې شمېره نعمتونه يې راپېرزو کړي،چې پاى يې له انساني دركه وتلې ده او د زمانې بهير يې هم نشي حسابولاى او خپل بندګان يې د دې پېرزوېينو او نعمتونو زيادښت او د استمرار لپاره شكر ايستنې ته رابللي او مخلوقات يې د هغه پوره ستاينې ته رابللي او خپل بندګان يې ددې نعمتونو لاس ته راوړو ته هڅولي دي.

شهادت وركوم،چې بې الله بل معبود نشته،شريك،مثل او سارى نه لري او اخلاص د دې خبرې روح دى،چې د لېوالو په زړونو كې غوټه شوى او پر افكارو يې اغېزې پرېوتې دي.

 خداى پاك په سترګو نه لېدل كېږي،په ژبه يې د صفاتو بيان ناشونى دى،علم او فكر يې سپېڅلى ذات درك کولاى نشي. هستي يې راټوکولې،ټول څېزونه يې پيدا كړل،چې مخكې ترې څه نه ول او نه ورته بېلګه وه دا ټول يې په خپل قدرت او اراده پيدا كړل،چې پيداېښت ته يې كومه اړه نه درلوده،چې ګنې سپېڅلي ذات ته يې څه ګټه ورسوي؛خو په دې توګه يې خپل حكمت وښود،چې خلك يې اطاعت وكړي او له دې وت اوستوه خپل قدرت وښيي،چې خلك عبادت ته راسيخ كړي اود خپلو استازيو بلنه د “تكوين” او “تشريع” په پيوستون كې پياوړې كړي. بيا يې اطاعت او سر اېښوونې ته اجرونه او سرغړونې ته سزاګانې وټاكلې،چې له دې لارې خپل بندګان له غوسې،غچ او عذابه وژغوري او د جنت باغونو او د رحمت سيورې ته يې  راكاږي.

شاهدي وركوم،چې پلار مې “محمد”(ص) د الله تعالى بنده او استازى دى. له رسالت يې مخکې غوره كړ اوله پيدايښت له مخه يې دې مقام ته ونوماوه.

 پر هغه ورځ بندګان د غيبو په پردو كې  پټ ول،د نېستۍ په بوږنووړيو پردو كې نغښتي او د عدم وروستۍ پولې ته نږدې ول.

 د بعثت لامل دا و،چې خداى له راتلونكې خبر و او د نړۍ پر پېښو يې احاطه درلوده،مقدرات يې ښه پېژندل؛مبعوث يې كړ،چې فرمان يې بشپړ شي،خپل حكم پر ځاى كړي او حتمي مقدرات يې ځاى ونيسي او چې مبعوث شو؛نو امتونو بېلابېلې لارې نيولې وې، يو “اور لمانځى” او بل “بوت لمانځي” ول،په فطرت كې يې خداى پېژندلى و؛خو اوس ترې منكر ول؛نو پاك خداى  د محمد (ص) په رڼا تورتمونه رڼا كړل،له زړونو يې د تيارې پردې څيرې او له سترګو يې  د بې لارۍ تورې لړۍ لرې كړې. د خلكو لارښوونې ته راپاڅېد او له بې لارۍ يې وژغورل او سترګې يې بينا كړې او د اسلام پر سمې سيخې لارې روان شول،چې ورته يې بللي ول، بيا حكيم خداى په خورا مينه ، اختيار او خپلې پېرزوېنې وفات كړ او د نړۍ له رنځونو سوکاله او هوسا شو، همدا اوس د پرښتو ترمنځ د “غفار” او “جبار” پالونکي تر څنګه پروت دى، پر پلار مې دې (چې پېغمبر  او  د وحې امين او له مخلوقاتو غوره شوى و) د متعال خداى اسلام او رحمتونه  وي.

د خدای بندګانو! تاسې مسؤول ياست،چې په نېكيو امراو د بديو مخنيوى وكړئ، د خداى د دين او وحې پاسوال او حاملان،پر خپلو ځانو د خداى ځايناستي او امتونو ته يې مبلغان ياست .

له تاسې سره د الهي حق،پاسوال شته او د خداى د وعدو ساتونكى ستاسې د ټولو په واك كې دى او پېغمبر تر ځان وروسته امت ته “ناطق كتاب الله” رښتنى قرآن او “ځلېدونكې رڼا” پرېښوه او،چې دلايل يې څرګند دي،باطن يې په ډاګه دى،ظواهر يي روښانه او لارويان يې وياړن دي؛داسې كتاب دى،چې خپل لارويان جنت ته رابولي او اورېدونكي د ژغورنې ساحل ته راكاږي،په قرآن كې ښكاره الهي دلايل موندلاى شو او د فرايضو پر تفسير يې برلاسي كېداي شو،د محرماتو شرح په كې شته،دلايل يې په ډاګه او پوره څېړلي،اخلاقي لارښوونې او څه،چې مشروع دي،په كې كښل شوي دي.

 په روژه اخلاق ټينګېږي،په “حج” د اسلام دين غښتلى كېږي،په “عدالت” د زړونو پيوستون راځي،په “اطاعت” او سر اېښوونې د اسلامي ملت نظام جوړېږي.”امامت او مشري” له بې اتفاقۍ امان او ډال دى.جهاد” د عزت لامل دى.صبر د حق د بدلې او ثواب خپلولو وسيله ده.پر نېكيو امر د ولسونو د سمون لاره چاره ده.صله رحم او زړه سوى وګړي زياتوي او ځواکمنۍ لاپسې پياوړې كوي.له مور و پلار سره نېكي،د خداى تعالى د غوسې مخه نيسي. په قصاص خلك ساتل كېږي.نذر ورکول د بښنې لامل ګرځي.د ډنډې وهلو مخنيوى له كموت سره د مبارزې لار ده. د شرابخورۍ مخنيوى،له چټلۍ د پاكۍ لامل دى.له تورونو ژغورل،د خداى تعالى د غوسې لپاره ډال دى . له غلا ځان ژغورنه،د خلكو د عفت ساتنې وسيله ده. شرك ته شا کول،د حق تعالى بندګۍ ته د اخلاص نښه ده.

 اوس نو،چې داسې ده؛نو ځان په”الهي پوښ” کې راونغاړئ (الهي تقوى غوره كړئ)داسې،چې له لوړ مقام سره يې ښايي او له سرغړونې يې ځان وژغورئ او زيار وکاږئ،چې له نړۍ مسلمانان ولاړ شئ. خداى تعالئ چې د څه په باب “امر” يا “منع” كړې وي، پوره يې ومنئ او د پوهې او اګاهۍ لار غوره كړئ؛ځكه له بندګانو يوازې عالمان،پوهان اوباخبره له خدايه وېرېږي اومسئووليت احساسوي.

خلكو!پوه شئ،زه فاطمه يم،”محمد”(ص)مې پلار دى او د خداى درورد او سلام دې ورباندې وي او پر کورنۍ دې يې وي . څه چې وايم،رښتيا وايم او په خپلو كړو وړوكې تېروتنه نه وينم.

 پېغمبر اكرم له تاسې راپاڅېد او پر لور مو راغى؛ځكه ستاسې كړاوونه پرې سخت تېرېدل او ستاسې د لارښوونې ډېر خوښمن و او پر مؤمنانو لورين و.كه ځېر شئ؛نو هغه ستاسې د ښځو پلار نه؛ بلکې زما پلار دى او ستاسې د سړو ورور نه؛بلكې زما د تره د زوى ورور دى او دا نسب څومره وياړمن دى . پر پلار او كورنۍ مې دې د خداى درود او سلام وي.

هو! هغه راغى او خپله دنده يې ښه ترسره كړه او خلك يې له تپو تيارو راواېستل او رڼا ته يې سم كړل، د مشركانو  طريقو او دودونو ته يې شاکړه، د هغوی سټونه يې مات او خولې يې ورټپې كړې،چې له “شرك” څخه لاس واخلي او “توحيد” ته مخ كړي. تل يې خلک په دليل،برهان او ګټورو نصيحتونو،د خداى لارې ته رابلل. بوتان يې ماتول،د کبرجن ماغزه يې وشيندل او ټول دړې وړې شول،تورې تيارې ولاړې،روڼ سباوون راورسېد،حق ښكاره اوپر ډاګه شو،د دين استازي وينا پيل كړه،شيطانان چوپ شول،له ځمكې د نفاق ټغر ټول شو،د كفر او اختلاف غوټې پرانستل شوې،حال دا چې تاسې ډېر لږ او تشلاسي وئ،په ژبو مو د اخلاص كلمه “لا اله الا الله” وويله.

هو! تاسې پر هغه ورځ د دوزخ پر پوله ولاړ وئ او د لږ شمېر له كبله وږيو ته يو مناسبه مړۍ،اور لټوونكيو ته د اور لمبه وئ او تر پښو لاندې لتاړېدئ او په لاسونو مړوېدئ،مردارې اوبه مو څښلې او د ونو پاڼې مو خوارك وې ،خوار او ذليل وئ او تل په دې وېره كې وئ،چې زورور دښمان به مو لوټ کړي او ژوند به مو پاى ته وروسوي.

خو خداى د محمد(ص) له بركته له ذلت،خوارۍ او بې وسۍ وژغورلئ،هغه د عربو له لېوانواو د يهودانو او نصاراوو له سرکښو سره وجنګېد اوچې دښمنانو به اور ولګاوه؛نو خداى به مړ كړ. شيطان به،چې لښكرې راوايستې او د مشركانو فتنوبه خولې وازې کړې؛نو پلار مې په خپل ورور “علي” له منځه وړې. “علي” به تر هغه له دې خطرناکو جګړو نه راستنېده،چې د دښمن ككرې يې نه وې هوارې كړې او پوزې يې پر ځمكه نه وې راكښلې. علي د خداى په لار كې ځان په كړاوونو كې واچاوه،د خداى د امر په پلي كېدو كې غښتلى و،د خداى رسول ته نږدې و،د خداى د اولياو مشر و او تل ېې ملا تړلې وه،ناصح او زيار كښ و…….

پر خداى قسم ! د پېغمبر اکرم صلى الله  عليه و آله وسلم مړينه يوه ستر پيښه،ناورين او نه جبرانېدونكې ضايعه ده؛ خو مه هېروئ،كه پېغمبر اكرم (ص) ولاړ؛خو قرآن يې مخكې خبر وركړى و،هغه قرآن،چې ستاسې په كورونو كې دى او سبا بېګا يې په ډول ډول اوازونو لولئ،تر هغه مخكې هم پېغمبران راغلي او مړه شوي؛ځكه  مرګ د خداى پلي كېدونكى حکم دى .

هو قرآن په څرګنده وايي:”محمد يوازې د خداى استازى و او مخكې ترې هم استازي راغلي وو،ايا كه مړ يا ووژل شي، تاسې به تېرو ته ګرځئ،د اسلام سپېڅلې لار به پرېږدئ او د جاهليت تپو تيارو او خرافاتو ته به مخه كوئ. څوک چې پر شا شي،خداى ته تاوان نشي رسولاى او خداى به ژر شكر كوونكيو ته اجر وركړي.”……[246]

د حضرت فاطمة الزهرا مړينه

  د حضرت فاطمې بي بي د ناروغۍ د لاملونو په باب بېلابېل روايتونه راغلي؛خو چې ناروغه شوه؛نو تر ټولو لومړۍ يې ام المؤمنين  حضرت”ام سلمه” پوښتنې ته ورغله .[247]

د ناروغۍ پوښتنې ته يې ورځي

    الف : د مهاجرينو او انصارو ښځې د حضرت فاطمې پوښتنې ته راغلې او فاطمې ترې ځينې ګيلې وکړې،چې په اړه وګورئ[248] :

له فاطمة الزهرا سره

د شيخينو رضي الله عنهما کتنه

ب : داکتر “سيد جعفر شهيدي[249]”  ليکي:((علامه مجلسي[250] ليکي :” د ناروغۍ پر مهال حضرت ابوبکر او حضرت عمر غوښتل له فاطمې سره وګوري؛خو د پېغمبر اکرم لور ورته د کتو اجازه  نه ورکوله.حضرت علي(ک) ورته وويل:”ما ورسره منلې،چې ته به ورته د کتو اجازه ورکوې.”فاطمې وويل:”چې داسې ده؛کور ستا دى.”

ابن سعد[251] ليکلي چې:حضرت ابوبکر له فاطمې سره داسې خبرې وکړې،چې خوشحاله يې کړه.

د ژوند وروستۍ شېبې

يوه ورځ فاطمې بي بي حضرت علي ته وويل: ((ابالحسنه! رسول الله خبره کړې يم، زه لومړۍ هغه يم،چې ورسره به يو ځاى شم او له دې رغېدن نشته؛نو د خداى د حکم پر وړاندې صبرناک وسه.[252]))

   فاطمې  د ژوند په وروستيو شېبو کې حضرت علي ته يو راز ووايه: ((اباالحسنه! اوس ويده وم او پېغمبر اکرم مې د مرغلينه په يوه سپينه ماڼۍ کې وليد،چې زه يي وليدم، ويي ويل:” لورې! راشه،چې ډېره مې يادېږې.”و مې ويل:پر خداى قسم ! زما هم ډېر يادېږې.”را ته يې وويل:”ته به نن شپه له موږ سره يې ؛نو د څه،چې رسول الله ژمنه وکړي،رښتيا وي.[253]“))

 حضرت امام صادق روايتوي: ((فاطمې بي بي د ژوند په وروستيو شېبوکې وويل:”سلام دې وي پر رسول الله ! خدايه! له رسول الله سره يم .خدايه ! ستا تر رحمت لاندې ستا په کور “دار السلام” کې يم.”وروسته يې ناستو ته وويل:”څه،چې وينم تاسې يي هم وينئ؟”ځينو وويل:”د رسول الله لورې! څه وينې؟” و يي ويل:” دلته اسماني سپاره دي او رسول الله راته وايي : لورې! ماته راشه.” ))

حضرت علي وايي: ((د مړينې پر مهال، فاطمې بي بي خپل شاوخوا ته وليدل او ويي ويل:”سلام دې وي پر تاسې، د تره زويه! جبراييل راباندې سلام واچاوه رانږدې شو او ويې ويل:”خداى پر تا سلام وايي، د خداى د حبيب محبوبې! د رسول الله د زړه مېوې!نن به الهي ملکوت او جنت ته ورننوځې.”بيا فاطمې له موږ مخ واړو او د پرښتو پر بله ډله يي سلام واچاوه او ويي ويل:”د تره زويه! پر خداى قسم، دا حضرت ميکائيل دى او د جبراييل په شان يې راباندې سلام او زېرى وکړ.”بيا يي په بله ډله سلام واچاوه او ويې ويل:”د تره زويه! پر خداى قسم دا حق دى، دا عزرائيل دى،چې وزرو يې لر  و بر نيولى. پلار مې را ته د هغه ځانګړنې ويلې وې او دا هماغه  دى. سلام دې وي پر تا،د انسان د روح اخستونکيه! زما د روح په اخستو کې بيړه وکړه او و  مې نه ځوروې.” په پا‌ى کې يې وويل:”خدايه! د اور پر لوري نه؛بلکې ستا پر لوري درځم.[254]“))

 فاطمې بي بي د ژوند په وروستيو شېبو کې حضرت علي ته وويل: (( ابا الحسنه! زما د ژوند څو شېبې پاتې دي او د خداى پامانۍ وخت رارسېدلى ،خبرې مې واوره،نور به هيڅ کله د فاطمې غږ وانه ورې، درته وصيت کوم : ابا الحسنه! مه مې هېروه او تر مړينې وروسته مې هم زيارت ته راځه.[255]))

فاطمه  حضرت علي ته وصيت کوي او وايي: (( چې مړه شوم؛ نو د غسل او کفن چارې مې ته پر غاړه واخله، پر ما لمونځ وکړه او په قبر کې مې کېږده او د قبر د سر خاورې مې هوارې کړه او بيا مې مخامخ سر ته کېنه او ډېر قرآن راته ووايه او دعا راته وکړه؛ځکه په داسې شېبو کې مړي د ژونديو ډاډګېرنې ته اړتيا لري،زه دې پر خداى سپارم او د اولاد په هکله درته سپارښتنه کوم،چې نېکيو ته يې اړ کړې.[256]))

په يو بل روايت کې فاطمه  حضرت علي ته وصيت کوي: (( زه درته وصيت کوم،چې د غسل او کفن چارې مې ته پر غاړه واخلې ، چې مړه شوم؛نو د شپې مې ښخه کړه او څوک راباندې خبر نه کړې.)) همداراز په يو بل روايت کې راغلي چې: (( فاطمې بي بي،حضرت علي ته وويل:”چې که مړه شوم؛نو په ښځو کې “ام سلمه”،”ام يمن” او “فضه” او په نارينه وو کې “حسن”،”حسين”، “عباس”، “سلمان”، “عمار”،”مقداد”،”ابوذر” او “حذيفه” راباندې خبر کړئ او د قبر په باب مې چا ته څه و نه وياست.[257]))

  حضرت اسماء وايي: ((د حضرت فاطمې بي بي د عمر په وروستيو شپو ورځو کې مې ورته ښه پام و،چې لومړى يې غسل وکړ او پاکې جامې يې واغوستې او خپل  لاسونه يې د اسمان پر لوري پورته کړل او و يې وويل:”پالونکيه! د هغو پېغمبرانو په حق او د حسن او حسين د ژړاګانو په حق؛زموږ د دوستانو،لارويانو او زما د زامنو د لارويانو ګناهونه و بښې.[258]“))

     حضرت فاطمې د خپل ژوند په وروستيو شېبو کې حضرت اسماء بنت عميس ته وويل: (( اسماء! کوم عطر،چې ما تل کارول او هغه کميس،چې تل مې پرې لمونځ کاوه،دواړه مې په څنګ کې کېږده، د لمانځه وخت چې شو؛نو راويښه مې کړه،که راويښه شوم؛لمونځ به وکړم او که ويده وم؛نو څوک په حضرت علي پسې ولېږه،چې راشي.[259]))

   حضرت ام سلمه وايي: ((فاطمه بي بي مې وپوښتله،چې عطر دې ساتلي دي؟و يې ويل:”هو!” لږ څه يې زما په لاس کې واچول،چې داسې بوى مې هيڅ کله نه و بوی کړی. ومې ويل: دا دې له کومه کړي؟ ويې ويل:دا عطر د جبراييل له وزرو دي.[260]))

حضرت ام سلمه زياتوي: (( د مړينې پر مهال له فاطمې بي بي سره وم او راته يي وويل:”د پېغمبر اکرم د مړينې پر مهال جبراييل ورته لږ څه جنتي کافور راوړه .پېغمبر اکرم درې برخې کړل؛يوه يې ځان ته بېله کړه بله يې حضرت علي ته ورکړه او وروستۍ يې ماته راکړه،چې څلوېښت درهمه وزن يې درلود.اسماء! هغه کافور راوړم او راسره يې نږدې کېږده،تر لږ ځنډ وروسته راته غږ وکړه؛که ځواب دې وا نه ورېد؛نو پوه شه،چې زه له “رسول الله” سره يو ځاى شوې يم.اسماء وايي:لږ ځنډ مې وکړ او ورته مې غږ وکړ ؛خو ځواب يې را نه کړ ؛نو پوه شوم،چې په حق رسېدلې ده.))

 حضرت ام سلمه په يو بل روايت کې وايي: ((د ژوند په وروستيو کې له فاطمې سره وم،غسل ته يې اوبه وغوښتې،سمدستي مې ورته راوړې،بيا يې راته وويل:”زما نوې جامې هم راوړه” وايې غوستې او خپلې خونې ته ننووته او مخ پر قبله سملاسته او راته يې وويل:” مورې! له ما پر همدې شېبه روح اخستل کېږي او د خپل پالونکيه پر لوري ځم،په رښتيا،چې له نفسه مې فارغ شوم، ما غسل وکړ ( او پاکې جامې چې مې واغوستې)؛نو څوک دې يې زما له تنه اوباسي.”بيا يې ښى لاس تر سر لاندې کېښود او مخ پر قبله سملاسته او په حق ورسېده.))

     حضرت “ابن عباس”(رض) روايتوي: ((حضرت فاطمه د ژوند په وروستيو شېبو کې امام حسن او امام حسين له لاسه ونيول او د پېغمبر اکرم قبر ته و لاړل،د قبر او د منبر تر منځ يې دوه رکعته لمونځ وکړ. وروسته يې امام حسن او امام حسين په غېږ کې کلک ونيول او ورسره يي (وداع او) خداى پاماني وکړه او ورته يې وويل:”پلار مو حضرت علي لمونځ کوي او ورسره همدلته ودرېږئ، وروسته کور ته ولاړه او حضرت اسماء ته يې غږ کړ:”اسماء! چېرته نه ځم، په دې خونه کې دمه کوم، که يو ساعت وروسته له خونې را و نه وتم؛نو غږ راپسې وکړه؛که ځواب مې درکړ،راننوځه او که نه ؛نو پوه شه، چې له رسول الله سره به يو ځاى شوې يم.”[261]))

د حضرت فاطمة الزهرا وصيت

    ١- حضرت فاطمة الزهرا د شپې د شپې ښخه شوه.

2-(احمد البيهقي؛سنن الكبرى: 6/300،  بيروت چاپ)

٣_ ګنجي الشافعي د كفاية الطالب په 225 مخ كې

٤_شېباني د تيسير الاصول الى جامع الاصول: لومړى ټوك : 209 مخ

٥_امام مسلم؛صحيح مسلم: 3/380،د مصر چاپ.

او د ابن سعد طبقات ٨/١٩ د روايت له مخې حضرت ابوبکر (رض) يې پر جنازې څلور تکبيره د جنازې لمونځ وکړ .

خاورو ته تر سپارلو وروسته د حضرت علي وينا

شيخ کليني شيعه محدث او د کافي د حديثي ټولګې ليکوال وايي :

((چې کله حضرت علي،فاطمه  خاورو ته وسپارله؛نو د پېغمبر اکرم روضې مخې ته ودرېد او ويې ويل: ((د خدای رسوله! په تا دې درود وي،زما له خوا او ستا د لور له خوا،چې اوس یې ستا نزدېکت نصيب شوې او ډېره ژر له تا سره يوځای شوه.د خدای رسوله! بې صبره او په بېلتانه يې کمزورى يم ؛خو صبر ته مې دا بس ده، چې ما ستا په بېلتون کې صبر کړی. ستا د وصيت پر وخت مې له صبر او زغمه کار واخست،په خپلو لاسو مې لحد ته ښکته کړې او هم پرسينې مې ستا پاک روح له تنه ووت “انا لله و انااليه راجعون.”( فاطمه) يوه ډالۍ وه،چې بېرته واخستل شوه،يوه نښه وه،چې پورته کړای شوه.عمر مې په درد او غم دى. د شپې خوب نشته،ان تر دې،چې عالم خدای دې ما ته د هغه مقام ( اخرت) اراده وکړي،چې تاسې پکې مېشت ياست،ژر به دې لور خبر کړي، ښه معلومات ترې واخله،زما حال وپوښته،حال داچې ستا له وفاته ډېره موده هم نه ده تېره او ستاسې يادونه مې هم لا نه ول هېر شوي او پر تا او پرلور دې زما سلام وي .[262]))

د فاطمة الزهرا علمي ميراث

حضرت فاطمة الزهرا له خپل پلاره د احکامو،آدابو،اخلاقو او د اهلبيتو د ځانګړنو په هکله روايتونه کړي،چې ددې روايتونو ټولګه د”فاطمې د مصحف” په نامه يادېږي او د لومړي ځل لپاره ددې ټولګې چار “جلال الدين سيوطي” رحمة الله عليه (٩١١ س مړ) پيل کړ،چې لس روايتونه يې ترې نقل کړي. بيا”حسين شيخ الاسلامي تويسرکاني” له حضرت زهرا  د رسول اکرم(٢٦٠) احاديث روايت کړي. په دې پسې “عزيز الله عطاري” او “احمد رحماني همداني”  په “فاطمة الزهرا بهجة قلب المصطفى” کتاب کې د سني او شيعه کتابونو٢٨٤ روايتونه راټول کړي دي.همداراز “حافظ ميرزا محمد بدخشاني” اتلس احاديث ترې روايت کړي دي .[263]

 (شيخ عزيز الله عطاري؛مسند فاطمة :٥٠٩ _٦٠٢) د (٢٩) تنو راويانو نومونه راوړي،چې له فاطمة الزهرا يې روايتونه راخستي دي ،چې دادي :

١_ابن ابي مليکه .٢_ابو ايوب انصاري .٣_ابو سعيد خدري .٤_ ابوهريره .٥_اسماء بنت عميس .٦_ام کلثوم .٧_بشير بن زيد .٨_جابر بن عبدالله انصاري .٩_حسن بن علي .١٠_حسين بن علي .١١_حکم بن ابو نعيم .١٢_ربعي بن خراش .١٣_زينب بنت ابورافع . ١٤_ زينب بنت علي .١٥_ سلمان فارسي .١٦_ سهل بن سعد انصاري .١٧_ شبيب بن ابورافع . ١٨_عباس بن عبدالمطلب.١٩_عبدالله بن حسن .٢٠_عبدالله بن عباس .٢١_عبدالله بن مسعود. ٢٢_ علي بن ابيطالب . ٢٣_ علي بن حسين . ٢٤_عوانة بن حکم .٢٥_فاطمة بنت امام حسين .٢٦_ قاسم بن ابو سعيد خدري . ٢٧_ هارون بن خارجه . ٢٨_هشام بن محمد .٢٩_ يزيد بن عبدالمالک .

له مصحفه غورچاڼ

(١) څوک چې خپل ګاونډى ځوروي؛نو مؤمن نه دى.څوک،چې پر خداى او د قيامت پر ورځ ګروهن وي؛نو خپل ګاوڼدى نه ځوروي.څوک،چې پر خداى او د آخرت پر ورځ ايمان لري؛نو ښه خبره کوي يا چوپ کېني.د خداى ناصح،زغمناک او متقي انسان خوښېږي او کنځل مار،بد ژبى،کينه کښ او لانجه مار يې ښه نه ايسي .حياء د ايمان يو رکن دى او مؤمن په جنت کې دى . بې حياء انسان کنځل مار وي او د بې حياء ځاى په دوزخ کې دى [264].

 (٢) په ما پسې به لارښوونکي د بني اسراييلو د نقيبانو هومره وي[265] .

 (٣) څوک چې زما له يو اولاد سره احسان وکړي او د خپل احسان بدله يې نه وي اخستي؛نو زه يې د کړنو بدله ورکوم.[266]

 (٤) تر ټولو هغه خورا نېکمرغه دى ،چې پر ژوند او مړينه مې د “علي” مينوال وي .

 (٥) څوک چې خپل لمانځه ته ټيټ ګوري؛پر پينځلسو عذابو اخته کېږي،چې چې شپږ يې دنيوي دي،درې يې د مړينې پر مهال دي،درې په قبر کې او درې په قيامت کې له قبره د راپاڅېدو پر مهال دي[267].

دنيوي عذابونه: له عمره يې برکت لرې کېږي،د روزۍ برکتونه يې کمېږي،په تندي کې يې د نېکانو رڼا نه وي،د هر ښه چار بدله يې نه ورکوي،دعا يې نه قبلېږي او د نېکانو په دعا کې نه شمېرل کېږي.

د مړينې پر مهال :په خوارۍ او ذلت مري،د لوږې پر حال مري،له دنيا تږى مري او که د نړۍ ويالې هم وڅښي؛خو تنده يې نه ماتېږي .

په قبر کې: پرښته يې په قبر کې ځوروي،قبر پرې تنګېږي،قبر يې تياره کېږي، محشر ته پړمخ بيول کېږي،سخت حساب ورسره کېږي،خداى ورته د رحمت په سترګه نه ويني او نه يې پاکوي او دردناک عذاب ورته سترګې پر  لار دى .[268]

 (٦) د امت مې ډېر ناوړه هغه دي،چې ښه خوري،ښه اغوندي او پر نورو ملنډې وهي.[269]

 (٧) لورې! له کنجوسۍ ډډه وکړه؛ځکه کنجوسي يو آفت دى،چې په لورين انسان کې نه وي.له کنجوسه ډډه وکړه؛ځکه کنجوسي يوه ونه ده،چې جرړې يې په دوزخ او څانګې يې په دنيا کې دي اوچې څوک يې په کومې څانګې ځان ونښلوي؛نو دوزخ ته يې ننباسي او درته د سخاوت او بخشش سپارښتنه کوم؛ځکه سخاوت يوه جنتي ونه ده، چې يې څانګې پر دنيا راپرېوتي دي او څوک،چې يو ښاخ يې هم ونيسي؛نو جنت ته يې ننباسي .[270]

 (٨) د جمعې پر ورځ د لمر پرېوتو پر مهال دعا قبلېږي.[271]

 (٩) لورې ! پلار راته وايه،چې پرې خوښېږم .[272]

 (١٠) ډېر غوره مو هغه دى،چې له خلکو سره په عاجزۍ چلېږي او عزتمن مو هغه دى،چې د خپلو ښځو درناوى کوي .[273]

 (١١) چې څلور چارې دې نه وي کړې؛مه ويده کېږه :

لومړى : ټول قرآن ولوله . دويم : پېغمبران خپل شفيع کړه . درېم :مؤمنان له ځانه خوشحاله کړه .څلورم : حج او عمره وکړه .

پلار ته مې وويل : زه خو د ويده کېدو پر مهال دا چارې نه شم کولاى!

پلار مې راته وويل : ((قل هو الله احد)) سورت دې،چې درې ځل ووايه؛لکه چې ټول قرآن دې لوستى وي . که پر ما او نورو پېغمبرانو درود ووايې؛نو موږ ټول به دې په قيامت کې شفيعان يو او مؤمنانو ته،چې د بښنې دعا وکړې؛نو ټول به درنه خوشحاله شي او،چې ((سبحان الله والحمدلله و لااله الا الله والله اکبر)) دې ووايه؛نو په حقيقت کې حج او عمره دې کړې.[274]

د حضرت فاطمة الزهرا د دعا بېلګې

خدايه !ستا د عبادت وس،ستا پر  کتاب د پوهېدو ليد او ستا پر احکامو پوهه راکړې .

 خدايه ! ددې ورځ پيل په ژغورنې،پاى يې پر بري او منځومانه يې نېکمرغي  کړې .

اللهم صل على محمد وآل محمد! له هغو مو وشمېرې،چې تاته يې مخ کړى او منلي دې هم دي او پر تا يې توکل کړى او تا ورته کفايت ورکړى او ستا درشل ته يې زاري کړې او د خپلې لورېنې په لمن کې دې نيولي .

پالونکيه ! له تا غواړم : لارښوونه،تقوا،پاکلمني،غنا او پر څه،چې خوښېږې .

پالونکيه!د خپلو کمزوريو پر وړاندې درنه وس غواړم،د خپلو اړتياوو پر وړاندې درنه غنا غواړم او د خپلو ناپوهيو پر وړاندې درنه پوهه او زغم غواړم.

اللهم صل على محمد وآل محمد! موږ ته د شکر ايستنې او ستا د ياد او عبادت وس راکړې يا ارحم الراحمين !

د رڼا د خداى په نامه ! د هغه خداى په نامه،چې په رڼا کې رڼا ده، د هغه خداى په نامه،چې پر رڼا رڼا ده،د هغه خداى په نامه،چې رڼا يې له رڼا پيدا کړه او هغه خداى د ستاېنې وړ دى،چې رڼا يې له رڼا پيدا کړه او پر ستر پېغمبر رڼا يې پر “طور غره” نازله کړه،چې په يوه کتاب کې کښل شوې او په يوه ليکنه کې منشور شوې ده.

د هغه خداى ستاينه،چې په عزت ياد شوى او په وياړنې مشهور دى او په خپګان او خوشحالۍ کې د مننې وړ دى، و صلى الله على سيدنا محمد و آله الطاهرين .[275]

د حضرت فاطمة الزهرا علمي او ادبي شخصيت

په معتبرو سرچينو[276] کې راغلي دي :

له حضرت فاطمې دوې ويناوې روايت شوي،چې يوه يې د خپل پلار تر وفات وروسته په ښځو کې کړې او بله يې انصارو او مهاجرو ته کړې ده .پردې سربېره حضرت فاطمه الزهرا شاعره هم وه،چې په همدې کتاب او نورو کتابو کې يې شعرونه راټول شوي دي.[277]

د فاطمة الزهرا په وير کې

  

د لوراند او لورين څښتن په نامه

الحمدلله رب العالمين و صلى الله على سيدنا و نبينا محمد و آله الطبين الطاهرين لا سيما بقية الله فى الارضين واللعن على اعدائهم الى يوم الدين

له خلقته مراد د متعال خداى عبادت او معرفت دى؛هغه معرفت،چې بې له وحې شونى نه دى او د عقلونو ډيوې د هغه عظمت او کبرياء پر وړاندې تتې او مړې دي او د “غيب الغيوب” ذات په باب پوهېدنې مو د تيارو له پاسه تيارې دي: ((  کل ما ميزتموه باوهامکم فى ادق معانيه مخلوق مصنوع مثلکم مردود اليکم=[278]))

و ورته د رسېدو لار ((اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ= الله د اسمانو او ځمكې نور دى[279])) يوازې د هغه زړه په تاخچه کې ده،چې د وحې ډيوه پکې بله  ده ((كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ= (دا) يوكتاب دى،چې موږ پرتا نازل كړى دى، چې خلك دهغوى د پالونكي په اجازه (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو راوباسې[280])) او يوازې هغه “سبوح قدوس” د عبادت وړ دى، انسان چې د نړۍ زړه دى او په نړۍ کې يې نه نوم و او نه نښه، له څاڅکي يې پيدا کړ او ورته يې د اورېدو ځواک ورکړ،چې د شريعت آيتونه يې واوري،سترګې يې ورکړې،چې د حکمت آيتونه يې وويني او له “ماء مهين” يې داسې مخلوق و پنځاوه،چې د “عقل”، “يقين”،”علم يقين”، “عين اليقين” او “حق اليقين” مقام ته ورسي . ((فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ= نو ډېر ستر دى هغه خداى،چې خورا ښه پيداكوونكى دى.[281]))

خو ” بې ساري” عبادت يې هم د معرفت په څېر ميسر نه دى؛ خو د عبادت په هغه کړنلار،چې د هغه ((علي عظيم)) له خوا تشريع شوى او په انبياوو يې تبليغ کړې ده،چې هغه ((ذوالجلال و الاکرام)) په ” جلال” او “کمال” ياد کړي،چې د عرفان د مرغلرو زېرمه ده.((َلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا= او د “الله” غوره نومونه دي، چې په همدې يې راوبلئ))[282]

او هغه معرفت او عبادت،چې د انسانانو د پنځونې موخه او د پېغمبرانو د بعثت مېوه ده،د حضرت خاتم النبيين په بعثت،چې ((خاتم ما سَبَق)) او “فاتح ما استقبل” دى،د کمال بريد ته ورسېد.

“د دين طيبه شجره”،چې خداى په خپل حکمت او ځواک د بشري فطرت په ځمکه کې وکرله ((فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا=  نو خپل مخ دې د پالونكي (ساهو) دين ته سم کړه، دا فطرت دى،چې انسانان پرې خداى پيداكړي دي))[283] د آنحضرت په شتون ،پر هغه ورځ،چې ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا= نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپل لورنه مې درته پوره  كړه او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ)) [284]خپله شاه مېوه وښووه او څومره،چې شونې وه، د هدايت نښې “د خاتميت د علم او حکمت په ښار کې راټول شوې او متعال خداى په خپل “بالغه حکمت” دا ښار په يو داسې دېوال را ايسار کړ،چې هېڅ تېروتنه پکې سوړه و نه کړي،چې د الهي علم او حکمت مرغلرې څوک د نيمګړو عقلونو او ورستو زړونو په تېروتنو ککړ نه کړي او يوازې يوه لار يې دې ښار ته پرانسته او هغه هم د “ولايت کبرى” نېغه لار ده او يو ور يې نړۍ او انسان ته پرانستى پرېښود او هغه هم د “امامت عظمى” ور دى، چې بېخي له هرې تېروتنې پاک سوتره دى .(( انا مدينة العلم و على بابها=زه د علم ښار يم او علي يې ور دى [285]))

حمزه بابا وايي :

ښار يې دى احمـــــد،علي دى باب د علم

نور محمــد دى،علـــى مهتــــاب د علـــــم ]

څه چې پام ورته پکار دي،دادى،چې له دې “ستر رسالت” او “ستر امامت” سره تر قيامته د ټول امت نښلوونکې؛ “انساني حوره حضرت فاطمة الزهرا” ده.

فاطمه،چې  په دې نړۍ کې د خاتم النبيين د امتداد او غځونې وسيله ده،د آنحضرت مُلکي اړخ،چې ځوځات يې دى او د آنحضرت ملکوتي اړخ، چې دين يې دى،په “صديقه کبرى” باقي او برقرار دى .

هغه ده،چې د امامت د اسمان د ستورو د راختو وسيله ده،د ژوند څنډه يې د “حسنى حلم “،حسيني مړانې،سجادي عبادت، باقري مآثر ، جعفريه آثار ، کاظميه علوم ، رضويه حجج ،نقوي جود او تقوا او عسکري هيبت دى؛له حسينه،چې “مصباح الهدى او سفينة النجاة” دى،تر موعود مهدي پورې،چې د انبياوو د مواريثو منتهى اليه او ((بهِ رزق الورى)) او (( بوجوده ثبتت الارض و السماء)) دى،د هغې “پاکې ونې” مېوه ده،چې ((أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء .تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا= چې بېخ يې په ځمكه كې ښخ وي او څانګې يې په اسمان كې وي،چې پر هر(ټاكلي) وخت د خپل پالونکي په حكم خپله مېوه وركوي .))[286].

لنډه داچې “د خداى د پټو خزانو مرغلرې” د هغې د عصمت په سيپي کې دي او له آدمه تر خاتمه د انبياوو ” بله ډيوه” او امامانو روښانه څراغ په فاطمة الزهرا روښانه دى او ددې سيپي وروستۍ پټه مرغلره هغه ده،چې (( يملا الارض قسطاً و عدلاً کما ملئت جوراً و ظلماً=ځمکه به له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له تېري او ظلمه ډکه شوې وه.)) [287]او په شتون يې  ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ = او (الله) هغه دى، چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې او حق  دين سره ولېږه، چې پر ټولو اديانو يې برلاسى كړي،[288]))  تاويل او راښکاره کېدو يې ((وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا=  او  پر (هغه ورځ) به ځمكه د خپل پالونكي په پلوشو ځلانده شي[289])) تفسيرېږي .

بايد پوه شو،چې د هغه “ليلة القدر” قدر مجهول  دى،چې “منزل کتاب الله الاعظم” دى او د هغه کوثر مقام زموږ له ادراکه پټ دى ،چې رسول اکرم ته (( عطيه رب العرش العظيم)) دى .

اهلسنت او شيعه دواړه اعتراف کوي،چې رسول الله [((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى=او هغه د ځاني غوښتنو له مخې نه غږېږي[290]))] وويل :

((فانما هى (فاطمة) بضعة منى يريبنى ما ارابها و يوذينى ما آذاها= هغه (فاطمه) مې د وجود ټوټه ده،پر هغه څه زه خپه کېږم، چې هغه پرې خپه کېږي او هر څه چې هغه وکړوي؛ما هم کړوي[291]))) او و يې ويل : ((فاطمة بضعة مني فمن اغضبها اغضبنى= فاطمه مې د وجود ټوټه ده،چاچې غوسه کړه؛نو زه يې غوسه کړى يم[292]))

فاطمه يې د خپل وجود په ټوټې تعبېر کړه ده.

هغه چې ((اول ما خلق=ړومبى تن،چې خداى وپنځاوه[293])) ، ((افضل من نطق))، په اسماء حسنى کې “اسم الله اعظم” او “مثل الله الا على فى الامثال العليا” دى؛نو فاطمه الزهرا يې د خپل وجود ټوټه ګڼلې او غوسه يې خپله غوسه شمېرلې،چې د خداى غوسه ده او دا مقام يې د خداى له رڼا د رابېلېدو له امله دى او د خداى او رسول د غوسې انعکاس د صديقه کبرى په غوسه کې دى.

ټول اسلامي مذاهب يوه خوله دي،چې فاطمې ته يې وويل : (( ان الله يعضب لغضبک و يرضى لرضاک=خداى دې په غوسه، غوسه کېږي او په خوشحالۍ دې خوشحالېږي[294]))

د انسانيت د کمال تر ټولو لوړه مرتبه د عصمت مقام دى،چې خوښي او غوسه يې د خداى د خوښۍ او غوسې چورليد او کړۍ وي .

که “کبرى عصمت” په دې وي،چې کامل انسان داسې ځاى ته ورسي،چې په مطلقه بڼه،د خداى په خوښۍ خوښ او د خداى په غوسه غوسه شي؛نو فاطمه الزهرا داسې څوک ده،چې په مطلقه بڼه د خداى په خوښۍ خوښېږي او په غوسه يې غوسه کېږي او دا هغه مقام دى،چې جرړه يې په “حيرة الکُمَل” کې ده!

هغه ده،چې د ولايت د اسمان د ستورو “مشرق الانوار” او د هدايت د کتاب “مخزن الاسرار” ده

هغه ده،چې د حضرت اسماعيل (ع) د اولاد د دولس رئيسانو مېرمن او مور ده،چې خداى يې د تورات د اولسم باب په “سفر تکوين” کې حضرت ابراهيم ته خبر ورکړى و.

هغه ده،چې په “مکاشفات يوحنا” کې يوه ستره نښه ده،چې په آسمان کې راښکاره شوې ده؛هغه ښځه چې لمر يې رانغاړلى، سپوږمۍ يې تر پښو لاندې او د سر تاج يې دولس ستوري دي.[295]

هغه په ((حـــــم سورت)) کې د “ليلة مبارکه” تاويل دى،چې ((فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ = پرهغه (شپه) هر ډول چارې د (الهي) حكمت له مخې سمبال او بېلېږي؛[296] ))

هغه ده،چې په قرآن مجيد کې “جمع منحصر به فرد” ((نساءنا[297])) ده. هغه او مېړه يې د نبوت علمونه دي،چې د ((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ= دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي دي، چې سره يو ځاى کېږې))[298]  مصداق دي .

هغه په خپله زمانه کې يوازېنۍ ښځه ده،چې خداى يې دعا د مباهلې پر ورځ د خاتم النبيين او سيد الوصيين سره هم طرازه کړه.

هغه په نړۍ کې يوازېنۍ ښځه ده،چې د ((إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا =(او وايي:) موږ تاسې ته يوازې د خداى لپاره خواړه دركوو (او) له تاسې هېڅ بدله او مننه نه غواړو.[299])) تاج يې پر سر ايښوول شوى دى .

هغه ده،چې رسول اکرم د “معراج” پر شپه وليدل،چې د جنت پر وره يې کښلي ول : ((فاطمة خيرة الله=فاطمه د خداى له لوري ټاکل شوې ده[300]))

هغه ده،چې د خداى رسول وويل : (( و ابعث على البراق خطوها عند اقصى طرفها و تبعت فاطمة امامي- او پر براق مبعوثېږم،چې قدم يې له سترګو لرې دى او فاطمه زما په مخ کې مبعوثېږي.[301]))

هغې ته هماغه بس،چې (( اِمام الاولين و الآخرين)) د “يوم النشور” امام محشور شي،چې د ((يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ= رڼا يې د هغو پر وړاندې، وړاندې او ښي خواوو ته ځغلي[302]))   ځلا ده؛هغه هم هغه رڼا،چې د چا له مخه د جزا پر ورځ مبعوثېږي،چې متعال خداى په قرآن مجيد کې “سراج منير” نومولې او د نور په آيت کې يې د خپلې  رڼا مثال ورکړى دى.

شخصيت ته يې همدومره بس،چې “قرب  بساط” ته ورننوتى ړومبى تنه ((فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِيكٍ مُّقْتَدِرٍ= (هغوى) په رښتياني استوګنځى كې د واکمن او زورور خداى  پر وړاندې (له نعمتونو برخمن دي).[303] )) ده، (( اول شخص يدخل الجنة فاطمة= فاطمه به تر  ټولو مخکې جنت ته ننوځي[304]))  او چې د حق په لورنځي کې واقع شوه؛نو ټول انبياء به يې زيارت ته راځي : (( زارک آدم من دونه من النبيين= آدم او ټول پېغمبران به له هغه وروسته ستا ديدن ته راځي .[305]))

هغه يوازېنى مرغلره ده،چې متعال خداى د خاتم پېغمبر په بعثت پر مؤمنينو منت ايښى دى،وايي : ((لَقَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُؤمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولاً مِّنْ أَنفُسِهِمْ= په رښتيا چې خداى پر مؤمنانو احسان كړى [=ستر نعمت يې پرې لورولى]،چې د هغو يو تن يې استازى ورولېږه[306] )) او د آنحضرت د وجود د وړانګې پر امتداد يې ددې  مرغلرې په ورکړه پر پېغمبر اکرم منت کېښود : ((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ . فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ . إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ (کوثر) = په حقيقت كې موږ تاته كوثر [=خير او ډېربركت ] دركړ؛ نو خپل پالونكي ته دې لمونځ وكړه او قرباني وكړه [؛ځكه] چې يوازې ستا كينه كښ ( دښمن ) بې سټې دى !))

تر قرآن کريم وروسته د معصومو امامانو د علومو خزانه په درې “مکنون محزون کتابو” کې خلاصه کېږي : “جفر”،”جامعه” او “د فاطمة الزهرا مصحف” او چې د خداى رسول له دنيا ولاړ او فاطمة الزهرا د پلار په وير سخته ويرجنه شوه؛له شپږم امامه؛”جعفر بن محمد الصادق” نه د صحيح روايت له مخې،حضرت جبرائيل امين به يې تسل ته راته او د پلار له ځايه يې خبروله او له هغه څه يې خبروله،چې پر ځوځات به يې راځي او اميرالمؤمنين به دا هر څه کښل او دا مصحف د “مايکون علم” زېرمه شوه [307].

بايد پوه شو،چې په “قدسيه نفس” کې يې څه ځواک و او څومره جاذبه په دې “بضعه حقيقت محمديه” کې وه،چې “شديد القوي” له “اعلى څنډې” او “روح الامين” له “سدرة المنتهى” د هغې قدرت تابع او د هغې د حقيقت مجذوب شو .

هو ! د نړۍ له  تيارو سلام او روغتيا،په هغه ليلة القدر کې،چې د ولايت د اسمان مطلع الفجر دى،د پرښتو او روح د راکېوتو لامل و.

له “موسى بن قاسم” نه صحيح حديث دى،چې وايي : “ابي جعفر ثاني” ته مې وويل :اراده مې وکړه،چې ستا او د پلار طواف دې وکړم،راته وويل شول : له اوصياوو طواف نه کېږي .

و يې ويل : څومره چې دې له لاسه کېږي،طواف يې وکړه.

درې کاله وروسته مې ورسره وکتل،ورته مې وويل : يوه ورځ مې رسول الله ته طواف وکړ بيا يې درې ځل وويل : ((صلى الله على رسول الله)) دويمه ورځ مې اميرالمؤمنين ته،درېمه ورځ حسن ته، څلورمه ورځ حسين ته،پينځمه ورځ علي بن الحسين ته،شپږمه ورځ جعفر بن محمد ته،اوومه ورځ جعفر بن محمد ته،اتمه ورځ مې پلار ته دې موسى ته،نهمه ورځ مې پلار ته علي ته،لسمه ورځ تا ته،تردې چې و يې ويل : ګواهي ورکوم، مور ته دې طواف  کوم او کله طواف نه کوم.

و يې ويل :دا طواف ډېر کوه،چې له غوره اعمالو ځنې دى،چې کوې يې.[308]

د هغه چا د فضايلو  سمندر په تقرير او تحرير نه تقديرېږي،چې ورته د بيت الله اضافه طواف،هغه طواف له غوره اعمالو ګرځوي.

د رسول الله تر رحلت وروسته څه وشول،چې داسې څوک،چې له خپلو زامنو حسن او حسين زړه شلوي او له خپلو وړو لوڼو سترګې پټوي او د پلار د قبر ترڅنګ وايي : (( يا الهي ! عجل وفاتي سريعاً=خدايه ! مرګ مې ژر راورسى[309]))  او همداراز و يې ويل : ((صبت على مصائب لو انها صبت على الايام صرن لياليا=راباندې داسې مصيبتونه راغلل که پر ښکاره ورځ راغلي ول؛نو د تيارې شپې په څېر به تياره شوې وه[310])) او خاورو ته د سپارلو پر مهال يې له بدنه يوازې شبحه پاتې وه (( وصارت کالخيال=د شبح په څېر شوې وه .[311]))

هغه مېړنى،چې د ارادې ځواک يې دنيا او آخرت پر ګوڼدو کړ،دې مصيبت دومره له پښو ورغورځاوه،چې د خداى استازي ته يې وويل : (( اما حُزنى فسرمد و اما ليلى فمسهد= غمونه (د فاطمې په بېلتون کې) تل دي او تردې وروسته به زما هر شپه تر سهره په ويښه وي.))[312]

 

زموږ دنده

دا چې رسول اکرم “مَن به الوجود” او زموږ د وجود کمالات دى او زموږ په نسبت د رب العالمين د “تکوينيه” او “تشريعيه” روزنې واسطه ده او پر هر مسلمان په هغه هدايت،چې مبداء او معاد او (( من ارسل الله )) او (( ما انزل الله)) ته يې کړى،د تلپاتې حيات حق لري،”د عقل د ادارک” په غوښتنه او “منعم شکر” په وجوب او په “مودت ذى القربى” د شرع په حکم : ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى= ووايه: ((زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم[313]))  او داچې فاطمه په ټولو مخلوقاتو کې د خداى پر استازي ګرانه ده او ورته نږدې ده؛نو دنده مو ده،چې په دې ستر مصيبت کې،چې الهي ناموس،د خاتم النبيين د وجود ټوټه،د سيد الوصياء مېرمن او د معصومو امامانو مور په ډېره غريبۍ د شپې په پټه ښخه شوې او قبر يې،چې د الهي اسرارو زېرمه ده،پټ پاتې دى،راپاڅو او څومره مو،چې له لاسه کېږي،د شهادت د ورځې شعائر او مراسم يې پر ځاى کړو؛ځکه شهادت يې ړومبي مظلوم د حق د احقاق سند دى .(( و لم ار مثله حقاً اضيعاً= او د هغه په څېر مې يو حق هم و نه ليد،چې ضايع شو او له منځه تللى وي .[314]))

د “فاطميه” په نامه د شهادت د ورځې لمانځل يې د اميرالمؤمنين د حکم بياژواکي (احياء) ده او د آنحضرت (ک) د امر بياژواکي،چې د خداى د استازي (ص) نفس دى؛د خاتم النبيين د حکم بياژواکي ده او د انبياوو د ښاغلي د امر بياژواکي د ټولو انبياوو او مرسلينو د حکم بيا ژواکي ده او د پېغمبرانو د حکم بيا ژواکي د رب العالمين د د معرفت او عبادت بياژواکي ده .

هيله ده،د هغوى په همت،چې د قيامت پر ورځ يې د پلار د شفاعت هيلمن دي او د ځلکدن پر مهال يې د مېړه د ليدو په تمه دي او د قبر د لومړۍ شپې په وېره کې د “صديقه کبرى” دعا ته سترګې په لار وي،څومره يې چې له لاسه کېږي، فاطمة الزهرا ته “ويرغونډې” جوړې کړي او هيلمن يم دا “ويرغونډې” يې پلار،مېړه، زامنو او امام مهدي ته د زړه تسل وي .

ټولو مؤمنيو ته دې ټکي ته پام پکار دى،چې نه په تعصب او تحکم؛بلکې د برهان او دليل په غوښتنه ((إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ= په  حقيقت كې  د خداى پر وړاندې (خو يوازېنى)  دين همدا اسلام ( او د حق  پر وړاندې تسلېمېدل) دي[315])) او دا چې اسلام په خپلو اصول او فروعو کې يې پر معصومينو ولاړ دى : (( بنا عرف الله بنا عبدالله نحن الادلاء على الله و لو لا نا ما عبدالله= په موږ خداى وپېژندل شو،په موږ د خداى عبادت وشو،موږ د خداى پر لور لارښوونکي يو او که موږ نه وو؛نو د خداى عبادت به نه کېده[316])) پټ لاسونه هڅه کوي،چې ددې ولس اړيکه له معصومو امامانو سره،چې د ژغورنۍ بېړۍ ده،سسته کړي او په دې صراط مستقيم هدايت،چې د معصوموم امامانو د ژوند ثمره او د رباني علماوو او راشدو فقهاوو د علمي او عملي جهاد پايله ده،په ښکاره بې لارۍ،چې د اولياء الله له ولايته کږلاري او له اعداء الله برائت دى،بدل کړي؛نو د عقلي او شرعي دندې غوښتنه ده،چې دديني شعايرو په ترسره کولو،چې ښکاره مصداق يې د “صديقه کبرى” مقام ته د ارادت ښوونه،پر “حبل الله”،چې ((قرآن او عترت)) دى، منګولې لګول او حقه طريقه له “قُطاع الطريق سبيل الله الا عظم” نه وساتي .

بختور دي هغه چې د قيامت د ورځې د شفاعت کوونکې په خوښۍ د خداى خوښي لاس ته راوړي،چې د خداى خوښي د انبياوو او اولياوو “منتهى الآمال” دى : ((ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء= دا د خداى لورنه ده، چا ته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې [317].))

او  د آنحضرت د شهادت د ورځې پر لمانځلو،دا حقه طريقه د مخالفينو او منافقينو له چلونو وژغورو .

وينا ته مې د آنحضرت پر وصيت د پاى ټکى ږدم :

(( بسم الله الرحمن الرحيم هذا ما اوصيت به فاطمة بنت رسول الله اوصت وهي تشهد ان لا اله الا الله و ان محمداً عبده و رسوله و ان الجنة حق و النار حق و ان الساعة آتيه لا ريب فيها و ان الله يبعث من فى القبور. يا على ! انا فاطمة بنت محمد،زوجنى الله منک لاکون لک فى الدنيا و الآخرة،انت اولى بى من غيرى،حنطنى و غسلني و کفنى بالليل و صل على و ادفنى بالليل و لا تعلم احداً و استودعک الله و اقراء على ولدي السلام الى يوم القيامة= د لوراند او لورين څښتن په نامه ! دا هغه وصيت دى،چې فاطمې د محمدرسول الله لور کړى دى او ګواهي ورکوي،چې بې له هغه بل خداى نشته او داچې محمد يې بنده او استازى دى او داچې جنت او دوزخ حق دى او قيامت به راشي او په دې کې هېڅ شک نشته او خداى به هغوى راپاڅوي،چې په قبرونو کې دي. علي ! زه فاطمه د محمد لور يم ! خداى تاته درواده کړم،چې په دنيا او آخرت کې دې مېرمن ووسم؛ته تر نورو ما ته وړ يې،د شپې مې حنوط کړه،غسل راکړه،د شپې مې کفن کړه او د جنازې لمونځ مې وکړه او د شپې مې خاورو ته وسپاره او څوک راباندې مه خبروه. پر خداى دې سپارم او تر قيامته مې پر ځوځاته سلام وايه .[318]))

دا هغه وصيت دى،چې وصيت کوونکې يې د مبداء،معاد،جنت، اور، رسالت او رسول په شهود ليکلى دى او د شهادت د آيت : ((شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمَاً بِالْقِسْطِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ = خداى ( د كايناتو د يو نظام پر پيدايښت ) شاهدي وركوي،چې بې له هغه بل معبودنشته او پرښتې او د پوهې خاوندان هم ( هريو په يو ډول پردې مطلب شاهدان دي ! حال دا چې خداى ټول كاينات) پر عدالت ټينګ درولى دي، بې له هغه بل معبود نشته چې ناماتى ځواکمن حكيم دى.[319] )) له نازلېدو نه تر “يوم مشهود”،داسې شهادت له داسې شهادت ورکوونکې نه ورکړل شوې او نه به ورکړ شي .

هغه شهادت،چې د دوو شاهدانو په مخ کې ورکړ شو : لومړى شاهد يې خداى او دويم شاهد يې د خداى ولي ((قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ= ووايه : (( چې زموږ او ستاسې تر منځ خداى او څوك،چې په كتاب پوهېږي ( او پر قرآن هم خبر وي ) د شاهدۍ لپاره بس دى .[320]))

ددې شهادت،معرفت،شاهدې او مشهود ،هغه “الوالعلمو” ته ځانګړى دى،چې د توحيد په مراتبو،د خاتميت د مقام،د جنت، اور او “بعث من فى القبور و اهول يوم النشور” له حقيقته خبر دي.

مراد مې د وصيت وروستۍ جملې ته اشاره ده: ((و اقراء على ولدي السلام الى يوم القيامة))،چې دا جمله ددې چار ګواه دى،چې فاطمة الزهرا د غيب له عالم سره په اړيکه او پر “عالم شهود” په احاطه پوهېده،چې تر قيامته به يې ځوځات منقرض نشي او له اميرالمؤمنين يې وغوښتل،چې تر قيامته يې پر ځوځات سلام ووايي .

فاطميين او فاطميات بايد پوه شي،چې د وياړ کوم تاج يې پر سر ورايښوول شوى! او د مسئووليت څومره دروند پېټې ور پر اوږو شوى دى ! د نړۍ د پاچايانو د سر تاج چېرته او د زهرا پر ځوځات د الهي ناموس د افسر سلام چېرته ! د زهرا سلام د قرآن له زړه د “يــس” له سورته راولاړ دى او دا سلام په ((سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ = (پرتاسې) سلام،(دا) د لوروونكي پالونکي له لوري خبره ده.[321])) پورې تړلى دى،چې د “يــس” د  سورت زړه دى .

د مسئووليت دروندوالى ددې سلام په ځواب کې دى، د هغه سپېڅلي شخصيت له لوري دى،چې خداى ((هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ=  الله هغه دى چې بې له هغه بل هېڅ معبود نشته، هماغه اصلي واكمن او مالك دى،له هرې نيمګړتيا پاك دى[322])) درود او سلام وايي .

ددې سلام ځواب دادى،چې د زهرا ځوځات تر قيامته په خپل ټول وجود د خپل مور له حقه دفاع وکړي او ددې سلام ځواب د هر “سيــد” له مقام سره متناسب دى .

ګوره چې داسې ونشي،چې کوم “سيــد” کوم مقام ته ورسي او د خپل مور د حق په غوښتو کې ناغېړي وکړي !،چې د زهرا د حق احقاق د هدايت د امامت د چار احيا ده؛ځکه په رنځور بدن يې پلار ته ويل : (( رفعت قوتى= ځواک مې له لاسه ورکړى دى[323])) او په خپه زړه يې د هغسې پلار په بېلتون کې ويل : (( ماذا على من شم تربة احمد ان لا يشم مدى الزمان غواليا= هغه چې د احمد ښه بوى بوى کړى وي؛نو باک ورته نشته،چې که د ډېر وخت لپاره بل يو عطر هم بوى نه کړي[324])) ؛نو په داسې حال کې يې له معصومو امامانو په دفاع کې وويل : (( و طاعتنا نظاماً للملة و امامتنا اماناً من الفرقة= او له موږ (اهلبيتو) يې د امت د چارو سمونې او آفت او خپرېدو د مخنيوي لپاره لاروي فرض کړې ده.[325] )) 

ګوره پام چې د محرومو لارويانو د ستونزو په هواري کې ناغېړي ونشي ! چې زړه يې له هغو زړونوسره شريک دى،چې په غم او ښادۍ کې ورسره شريک وي .

د هغو ساداتو د سلام ځواب،چې د علم مرتبه يې لاس ته راوړې، دادى،چې د آل محمد د پلار مړيو په حکمت،”حسنه موعظه” او “احسن جدال” کفالت وکړي او پرېنږدي،چې دا وزر ماتې کوترې، د خاوندانو په نشتون کې د مخالفينو د شبهو په جال کې راګېر شي او  جني او انسي شيطانان يې ښکار کړي .

“عامه سادات” دې ددې غمجنو ټکيو په ګرېوان کې سر ‌ښکته کړي، چې صديقې شهيدې،اميرالمؤمنين ته وصيت وکړ : (( د شپې غسل راکړه،کفن مې کړه، د جنازې لمونځ مې وکړه او څوک هم راباندې مه خبروه !))

نو تر ټولو وړوکى د سلام ځواب يې دادى،چې د هغې جنازې د غربت جبران ته،چې يتيمان يې له سينې نه بېلېدل_که څه هم دا مصيبت نه جبرانېدونکى دى _ په هر ښار او کلي کې ورته “ويرغونډې” جوړې کړي او خپلې نيا ته ووايي : هېڅکه به تا او هغه تېري هېر نه کړو،چې درباندې شوي دي،هر څه به هېر کړو؛خو ستا پټ قبر او رنځور بدن به هېر نه کړو . ((حَتَّىَ يَحْكُمَ اللّهُ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ= چې خداى (دبريا) پرېکړه وکړي او هغه ډېر غوره پرېکړه کوونکى دى.[326] ))

 

خوشال بابا وايي [327]:

    په يزيد باندې لعنت شه په اعوان يې

                  چې په تېغ يې دنبي لمسى مظلوم دى

                                              

 

په اهلبیتو کې مو د حضرت علي (ک) او فاطمة الزهرا پر وګړه او ځانګړنو رڼا واچوله،اوس د ستر خوشال بابا په پورته شعر ښه پوهېدو ته د امام حسین پر شخصیت او کړنو رڼا اچوو،چې د خوشال بابا د تاریخپوهنې په ژورتیا پوه شو.

د امام حسین په باب مو د غزل بابا؛ امیر حمزه خان شینواري او په ځینو ځایونو د ګل پاچا الفت شاعري او مرثيې هم راخستي،چې لوستونکي ددې مشرانو د اندیزې لیکې په یووالي  پوه شي .

 

امام حسين

د امام حسين رضى الله عنه لنډه پېژندګلو

 نوم: حسين رضى الله عنه.

 كنيه: ابو  عبد الله، ابو الشهداء.

 مشهور القاب: سيد الشهداء، سيد شباب اهل الجنه، سبط پېغمبر صلى الله عليه و آله

 نيكه: محمد رسول الله ( ص )

 پلار : حضرت علي كرم الله وجهه.

 مور: حضرت فاطمه بي بي د پېغمبر اكرم لور.

 تاريخ او د زوكړې ځاى: مشهوره ده،څلورم هجري كال، د شعبان پينځمه، مدينه منوره.

 عمر: 57 كاله ( 4-61 ه )

 د امامت وخت . لس كاله

 د شهادت نېټه: 10/محرم الحرام / 61 هجري ( د عاشورا ورځ )

 د شهادت لامل: د يزيد د چارواكۍ پر ضد پاڅون.

 د شهادت او ښخېدو ځاى . د كربلا سوځوونكې دښته.

د امام حسين ( رض ) زوكړه

 دا مشهوره ده چې، امام حسين پر هجري څلورم كال د شعبان پر پينځمه ( او د شيعه و د روايت له مخې پر درېيمه ) په مدينه منوره كې زېږېدلى دى.[328]

(احمد بن حنبل؛مسند :شپږم ټوک،٣٩٩ مخ)، (ابن حجر؛اصابه : پينځم ټوک،٢٣١ مخ)، (ابن ماجه قزوىني؛صحيح : ابواب رويا ،٢٩٨ مخ) ، (حاکم؛مستدرک : درېم ټوک،١٧٣ مخ) ، (ابن سعد؛طبقات :اتم ټوک،٢٠٤ مخ) او همداراز د اتم ټوک په ١٧٣ مخ کې روايتونه راوړي دي،چې لنډيز يې دادى،چې ام الفضل د پېغمبر د تره حضرت عباس مېرمن خوب وليد،چې د خداى د رسول د مړي يوه ټوټه پرې شوه او د هغې لمنې ته راګوزاره شوه؛نو دا خوب يې چې د خداى رسول ته ووايه؛ورته يې وويل :ښه خوب دې ليدلى دى،د لور به مې زوى وشي او ته به ورته شيده ورکړې . همداسې وشول (تر حديث تر پايه) .

د اوښكو مولود

 حسين چې وزېږېد؛نو پر پېغمبر اكرم صلى الله عليه و آله يې زېرى وكړ آنحضرت سملاسي د فاطمې بي بي كره راغى او كوچنى يې له حضرت “اسماء بي بي” راواخست او په غېږ كې يې ونيو، ښكل يې كړ او ويې ژړل. اسماء بي بي ترې د ژړا پوښتنه وكړه او په ځواب كې يې وويل: ځكه مې وژړل،چې ظالمان به يې ووژني او خداى دې هغوى زما له شفاعته بې برخې كړي، بيا يې زياته كړه : ” اوس دا خبره فاطمې ته مه كوه (ځكه نوى يې زوى شوى دى).”[329]

نوم ايښوونه

 حسين رضى الله عنه يې په روڼي كې،د پېغمبر اکرم په غېږ كې كېښود او آنحضرت ورته په ښي غوږ كې اذان وكړ او په كيڼ كې يې اقامه وويله،د هغه د نوم په باب يې له علي (ک) او فاطمې بي بي سره خبرې وكړې او “حسين” يې پرې كېښود؛لكه چې د هغه پر مشر ورور يې “حسن” ايښى و  هارون عليه السلام د موسى عليه السلام ورور او وصي و، د هغه د زامنو نومونه “شبر او شبير” وو؛نو پېغمبر اكرم هم علي له هغه سره د ورته والي له امله د هغه د زامنو نومونه د علي پر زامنو کېښوول.

 تاريخ پوهان وايي : دا نومونه په عربو كې دود نه وو او جنتي نومونه دي، چې له اسمانه را کېووتي وو .[330]

(ذخائر العقبى :١٢٠ مخ) له حضرت اسماء بنت عميس روايتوي : فاطمې حسن راوست، رسول الله راغى،و يې ويل :زوى مې راوړه ،ما حسن له روڼي سره،چې ژېړه ټوکر و،ورکړ،هغه ټوکر يې لرې کړ،و يې ويل : ويلي مې نه وو،چې يو ماشوم هم په ژېړه ټوټه کې مه تړئ؟ بيا مې ماشوم په سپين ټوکر کې تاو کړ او ور مې کړ،آنحضرت ورته په ښي غوږ کې اذان او په کيڼ غوږ کې يې اقامه وويله او علي يې وپوښت : څه نوم دې پرې ايښى دى؟ ويې ويل : زه په دې چار کې تر تاسې نه مخکې کېږم.جبراييل راغى او پيغام يې راووړ: خداى دې درباندې تر سلام ويلو وروسته وايي،چې نوم يې د هارون د زوى نوم کېږده؛ځکه علي ما ته داسې دى؛لکه هارون،چې موسى ته و؛خو داچې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي .

رسول الله (ص) :وپوښتل : د هارون د زوى څه نوم و؟ ويې ويل : شبر ! د خداى رسول وويل :زما ژبه خو عربي ده (او دا خو عبري ټکى دى) حضرت جبراييل وويل : نوم يې حسن کېږده . يو کال وروسته حسين وزيږېد او همدا خبرې رامنځ ته شوې او جبراييل ورته حکم وکړ،چې نوم يې د هارون د بل زوى نوم؛شبير کېږده او د خداى رسول بيا هماغه نيوکه وکړه او حضرت جبراييل ورته وويل،چې نوم يې حسين کېږده او لکه څنګه يې چې پر درېم زوى يې مشبر؛يعنې محسن کېښود.

(اسدالغابه :دويم ټوک،٩ مخ) له ابو احمد عسکري روايتوي،چې د حسن او حسين نومونو په جاهليت کې هېڅ مخينه نه درلوده او همداراز له مفضل نه روايتوي،چې : خداى د جاهلي عرب پوهه او ذهن له دې دوو نومونو پټ کړ،د يوه عرب ذهن ته هم دا رانه غلل،چې د خپل زوى نوم حسن يا حسين کېږدي، ترڅو چې د خداى رسول په خپلو زامنو کېښود .دا اعرابي وايي :ما مفضل ته وويل : په يمن کې مخينه لري؟ ويې ويل : نه! په يمن کې حسن د سين په سکون او حسين د ح په فتحه او سين په کسره کارېده او له عمران بن سليمان يې نقل کړي دي : دا دوه نومونو د جنتيانو نومونه دي او په جاهليت کې يې مخينه نه درلوده .

 (تهذيب التهذيب :دويم ټوک،٢٩٨ مخ) له حضرت ابوهريره روايتوي : خداى شاهد دى،چې د خداى له رسول سره بهر ووتو،چې د حسن او حسين د ژړا غږ يې واورېد،چټک د فاطمې د کور پر لور روان شو،وا مې ورېدل،چې پوښتي : زامن مې ولې ژاړي؟ و يې ويل : تږي دي.رسول الله راغى،چې له زاړه خيږه اوبه راواخلي،پکې نه وې؛نو ټولو ته يې وويل :په تاسې کې له چا سره اوبه شته ؟ له چا سره ان يو ګوټ اوبه هم نه وې،بيا يې وويل :يو ماشوم راکړه .فاطمې يو ماشوم ورکړ او د خداى رسول په خپلې سينې پورې کړ او خپله ژبه يې ورته په خوله کې کېښووه او ماشوم هم ژبه وروله،چې ارام شو؛ دا ماشوم يې ورکړ او هغه بل يې راواخست او موړ يې کړ .

دې روايت ته ورته (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٠ مخ)، (کنزالعمال : اووم ټوک،١٠٥ مخ) او (ذهبي؛ميزان الاعتدال :لومړى ټوک،٩٧ مخ) هم راوړى دى .

عقيقه او صدقه

 د زوكړې پر اوومه ورځ،پېغمبر اکرم وويل: پسه حلال كړئ او غوښه يې عقيقه كړئ” او پر نشتمنو يې ووېشله او يو رون يې “قابلې” ته وركړ.

 بيا يې د آنحضرت په حکم د حسين سر وښراوه او د وېښتانو په تول يې سپين زر صدقه كړل .[331]

د امام حسين څېره

 حسين عليه السلام خپل نيكه ته ورته و. محمد بن ضحاك رضى الله عنه وايي: د حسين تنه د پېغمبر اکرم د تنې په څېر وه . او ځينو ويلي، چې له نامه تر پښو پورې د پېغمبر په څېر و .

 د كربلا تر پېښې وروسته،كله يې چې د امام حسين سر د عبيدالله ابن زياد مخې ته كېښود؛نو هغه د حسين ښكلې څېرې ته هك پك شو، و يې ويل: دومره ښايسته څېره مې نه وه ليدلې! 

 انس بن مالك رضى الله عنه راپورته شو،ويې ويل: هو! هغه پېغمبر اکرم ته ډېر ورته و .

 د امامت رڼا يې په تندي كې ځلېده او څېرې يې د پېغمبرانو څېره انځوروله. د ابن زياد يو جلاد ويلي: “نوراني څېرې او د ښكلا هيبت يې دوه زړى كړى وم، چې وژلى مې واى که نه؟ “

 عبيدالله بن حسر جعفي د هغه د نوراني او زړه راښكوونكې څېرې تر كتو وروسته وويل: ” تر حسينه مې بله ښكلې او زړه راښكوونكې څېره نه وه ليدلې”[332]

امام حسين د قرآن له نظره

 د “نبوي كورنۍ” د فضيلت او ځانګړنو په باب د قرآن مجيد ډېر آيتونه تنزيل يا تاويل شوي،د ځينو محدثينو له نظره “د قرآن څلورمه برخه د اهل بيتو او نبوي كورنۍ په باب ده”  او امام حسين، چې د نبوي كورنۍ ځلانده څېره ده؛ نو طبعاً دا آيتونه هم پرې تطبيقېږي. [333]

د بېلګې په توګه:

 1 _ د مودت آيت (د مينې آيت) .

((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عليهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى (شورى/٢٣)= زه له تاسې په دې چار (رسالت) هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم)))

 مفسرينو ليكلي : دا آيت چې نازل شو؛ نو اصحابو کرامو، پېغمبراکرم وپوښت:خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې راباندې فرض شوه ؟

 ورته يې وويل. “علي، فاطمه، او دوه زامن يې”

 په دې آيت كې  په څرګنده پر امت باندې د “حسين” عليه السلام مينه فرض شوې ده.[334]

 ( امام احمد بن حنبل؛ مسند: 6ټوک، 323 مخ ) پرخپل سند له شهر بن حوشب له ام سلم څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم، بي بي فاطمې ته وويل :  (( مېړه او دوه زامن دې راوړه )). بي بي فاطمې راوړل؛بيا رسول اکرم  پرې  فدکي څادر خپور کړ او خپل لاس يې پرې کېښود او و يې ويل : ((خدايه ! دا آل محمد دي؛نو درود او برکت پر محمد او  آل يې راولېږه، چې ته حميد او مجيد يې )) حضرت ام سلمه بي بي وايي:  ما ترې د څادر يوه څنډه راکښوده، چې زه هم تر څادر لاندې ځان ځاى کړم؛نو رسول اکرم راڅخه کش کړ او و يې ويل :ته پر خير يې .

دا روايت طحاوي؛مشکل الاثار: لومړي ټوک،108 مخ ،متقي هندي ؛ کنزالعمال :7ټوک، 103 مخ او سيوطي په درالمنثور کې د  د احزاب د سورت تر تطهير آيت لاندې  رواړى  دى .

( مستدرک الصحيحين :3ټوک ،108 مخ ) پر خپل سند له عامر بن سعد څخه روايت راوړى،چې خلاصه يې داده : يوه ورځ معاويه بن ابوسفيان ، حضرت سعد بن ابي  وقاص ته وويل : ولې د ابو طالب زوى ته کنځل نه کړې ؟ حضرت سعد : چې کله په هکله يې درې خبرې رايادې شي؛نو کنځلې ورته نه کوم؛هغه درې څيزونه،چې رسول اکرم يې په هکله وويل،که يو يې هم زما په هکله و؛نو پر ځمکه به را ته تر ټولو ګران بيه څيزونو ښه و.معاويه بن ابوسفيان وپوښتل: ابا اسحاقه ! هغه درې څيزونه څه دي ؟ سعد: هغه مهال،چې له اسمانه وحى راغله؛نو رسول اکرم، علي ، حسن،حسين او فاطمه تر څادر لاندې  کړل او و يې ويل : ((خدايه ! دوى مې اهلبيت دي )).دويم داچې د تبوک د جګړې پر ورځ رسول اکرم علي خپل ځايناستى کړ او پخپله جګړې ته ولاړ؛نو علي ګيله وکړه : رسول اکرمه ! زه دې له ښځو او ماشومانو سره په مدينه کې پرېښووم ؟ رسول اکرم ورته وويل : ((خوښ نه يې داسې راته ووسى؛لکه هارون، چې موسى ته و؛خو پر دومره توپير،چې تر ما وروسته به بل پېغمبر اکرم نه راځي ؟)) او درېم داچې د خيبر پر ورځ رسول اکرم وويل : د جګړې بېرغ به ډېر ژر هغه ته ورکړم، چې پر خداى او استازي يې ګران دى او خداى او استازى يې هم پرې ګران دى او ددې جګړې ګټل به خداى د مسلمانانو لپاره د هغه پر لاس کړي؛نو دا مهال ټول اصحاب په تمه ول، چې هغوى به ښيي؛خو رسول اکرم وويل : علي چېرته دى ؟ ورته وويل شول: سترګې يې خوږېږي . دخداى استازي وويل :ورته ووايه،چې راشي . ولاړل او علي يې راوړ،چې راغى؛ نو رسول اکرم ورته خپلې توکاڼې په سترګو کې وموږلې او د جګړې بېرغ يې ورکړ او خداى پرې خيبر سوبه کړ .

حاکم ددې حديث تر رانقلولو وروسته وايي : دا حديث ټول هغه شرائط لري،چې مسلم او بخاري يې د يو حديث د سم والي لپاره غواړي او دا حديث يې د درېم ټوک په 147 مخ کې په اختصار سره راوړى دى. متقي؛کنزالعمال :6ټوک ،405 مخ له عبد الله بن حعفر بن ابيطالب څخه د صفيه ( د ام سلمه په ځاى ) په هکله راوړي او سند يې هم ورته سم ګڼلى دى  او سيوطي؛درالمنثور هم دا روايت د تطهير تر آيت لاندې  راوړى دى .

( امام احمد حنبل؛مسند : 6ټوک ،296 مخ ) پر خپل سند له ام سلمه  رانقل کړي :يوه ورځ پېغمبر اکرم زما په کور کې و، چې خادم وويل : علي او فاطمه د وره شاته دي . رسول اکرم  راته وويل : پاڅه او زما له اهلبيتو لرې شه ! زه پاڅېدم او لرې ودرېدم، چې علي او فاطمه راغلل، حال داچې حسن او حسين هم ورسر ه  ول؛بيا رسول اکرم دواړه واخستل او په غېږ کې يې کېنول  او ښکل يې کړل او بيا يې يو لاس پر علي او بل يې پر فاطمې کېښود او دواړه يې ښکل کړل او بيا يې پرې يو تور څادر واچاوه او و يې ويل : ((خدايه ! زه او اهلبيت مې د تا پر لور يو؛نه د اور پر لور.)) ام سلمه وايي : ما ورته وويل : او زه . راته يې وويل : او ته .

دا مضمون او ورته نږدې يو مضمون محب طبري له ذخاير نه (7ټوک؛103 مخ )او اختصار يې په هماغه مخ کې له طبراني رانقل  کړى او  او بيا يې يو ورته مضمون په 217 مخ کې له طبراني له واثله څخه روايت کړى او هيثمي؛مجمع :9ټوک ،167 مخ هم  دا روايت له واثله بن اسقع نه رانقل کړى دى .

 

د سپېڅلتيا ( تطهير) آيت

 ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَىتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا= (احزاب/٣٣)= بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې((اهل البيت =نبوي كورنۍ))چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي .))

 دا مبارك آيت د پېغمبر اكرم د پاكو بيبيانو په باب،چې آيتونه نازل شوي د هغوى په منځ كې  راغلى او پېغمبر اكرم د “خپلې كورنۍ” د ښودنې لپاره په څو ځايونو كې،چې يو يې هم د ام المؤمنين حضرت ام سلمه رضى الله عنها كور و، علي، فاطمه، حسن او حسين تر خپل پټو (عبا) لاندې راټول كړي او ويلي يې دي: “خدايه! دا زما اهل بيت دي؛ نو هر ډول چټلي ترې لرې كړه …”

 دا آيت د امام حسين سپېڅلتيا راښيئ او په دې باب په تفاسيرو كې  اوږده بحثونه هم شوي دي.

   دا حديث په “كِسا حديث” مشهور دى چې ډېرو كتابونو را اخستى، چې يو شمېر يې دادي.[335]

( صحيح مسلم د فضايل الصحابه کتاب : د فضايل اهل البيت باب ) پر خپل سند له صفيه بنت شيبه نه روايت کړى،چې و يې ويل : يوه ورځ سهار د خداى استازي حال داچې يو تور خال څادر پر اوږه اچولې و، په کور کې ناست و، چې حسن او ورپسې حسين او ورپسې فاطمه او په اخر کې علي هم راغى او رسول اکرم هغه تر هغه څادر لاندې ځاى کړل؛ نو چې کله ټول راټول شول؛نو دا آيت يې ووايه : ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَىتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا).

دا روايت حاکم؛مستدرک الصحيحين :3ټوک ،147 مخ هم راوړى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند وګاڼه،چې مسلم او بخاري يې د يو صحيح حديث لپاره غواړي .

بيهقي؛ سنن :2ټوک ،149 مخ او ابن جرير د خپل تفسير د 22 ټوک په 5 مخ کې او سيوطي هم په درالمنثور کې  د تطهير تر آيت لاندې  راوړى ( او د هغه د وينا له مخې ) ابن ابي  شيبه او ابن ابي حاتم هم دا روايت رانقل کړى او  زمخشري هم  دا روايت د مباهله په آيت کې راوړى او فخر رازي يې په هکله ويلي : پوه شه، چې دا هغه روايت دى، چې صحت ته يې د تفسيرونو او حديثونو د کتابونو خاوندان  يوه خوله دي .

( صحيح ترمذي :2ټوک :209 او 308 مخونه ) پورتني روايت ته ورته روايت راوړى او ويلي يې دي : له ام سلمه ،معقل بن يسار ،ابي  الحمراء او انس نه نور روايتونه هم رانقل شوي دي .

طحاوي؛مشکل الاثار: لومړى ټوک ،335 مخ او ابن اثير جرزي ؛ اسدالغابه : 2ټوک،12 مخ  او ابن جرير طبري؛ د خپل تفسير  د 22 ټوک په 6 او 7 مخ کې ويلي : ام سلمه د هغوى لپاره  حريره ( فېرني) پخه کړه ؛هغوى وخوړه بيا ويده شول او بيا پرې رسول اکرم څادر واچو

( صحيح ترمذي :2ټوک:319 مخ )پر خپل سند له شهر بن حوشب څخه همدا مضمون رانقل کړى او ويلي يې دي، چې دا حديث په دې هکله  تر ټولو غوره حديث دى او په دې هکله له عمرو بن ابي  سلمه ،انس بن مالک ،ابي الحمراء،معقل بن يسار او عايشې بي بي روايتونه رانقل شوي دي .

ابن جرير طبري ددې روايت تر رانقلولو وروسته ويلي دي، چې دا يا څادر و او يا لاس پاک .

احمد بن حنبل ؛مسند :6ټوک ،306 مخ ، ابن اثير جرزي ؛اسدالغابه ٤ټوک، 29 مخ ، محب طبري ؛ذخاير :21 مخ او ابن حجر عسقلاني ؛ تهذيب التهذيب ،2ټوک،297 مخ هم دا روايت له لږ اختلاف سره رانقل کړى دى او حريره په هغه وخت کې هغه خواړه ول، چې له شيدو او اوړو به جوړېدل .

(صحيح ترمذي :2ټوک:29 مخ )پر خپل سند له انس بن مالک څخه رانقل کړي،چې ويې ويل : دشپږ مياشتو لپاره دا کار رسول اکرم خپل رسم کړى و،چې کله جومات تله ؛نو د فاطمې د کور د ور له مخې به تېرېده او ويل يې : ( لمونځ اى زما اهلبيتو ! ) ( انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا ) او په دې  هکله له  ابي  الحمراء،  معقل يسار او ام سلمه  روايتونه رانقل شوي دي .

او همدا روايت ابن جرير طبري ؛ تفسير :22 ټوک،5 مخ او حاکم؛ مستدرک: 3ټوک ،158 مخ کې راوړى دى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلى،چې مسلم د يو روايت د صحت لپاره ذکر کړي دي او احمد حنبل؛ مسند : 3ټوک ،252 مخ او ابن اثير جرزي ؛اسدالغابه ٥ټوک،521 مخ او متقي؛کنزالعمال :7ټوک ،103 مخ له ابن ابي  شيبه نه او سيوطي  په درالمنثورکې د تطهير تر آيت لاندې  راوړى او ويلي يې دي : ابن منذر ،ابن مردويه او طبراني يې رانقلونکي دي.

سيوطي په درالمنثور کې د طه د سورت په ((وامر اهلک بالصلوة)) آيت کې له ابن مردويه،ابن عساکر ،ابن نجار ،ابي  سعيد خدري روايت کړى او ويلي يې دي : چې دا آيت راغى؛نو پېغمبر اکرم د اتو مياشتو لپاره د علي د کور مخ ته راغى او ويل به يې : ( لمونځ ! خداى دې درباندې ولورېږي؛انما يريد الله ) الخ .

( ابن جرير طبري؛تفسير : 22 ټوک ،7 مخ ) پر خپل سند له حکيم بن سعد څخه روايت کړى،چې  ويلي يې دي :  له ام سلمه سره د علي خبره رامنځ ته شوه، چې و يې ويل : د ( انما يريد الله ) الخ، آيت د علي په باب نازل شوى دى (او د حديث تر پايه).

(مستدرک :2ټوک ،416 مخ) پر خپل سند له ام سلمه روايت کړى،چې ويلي يې دي :د (( انما يرېد الله )) الخ ، آيت زما په کور کې نازل شو او بيا يې  د را نازلېدو کيسه کړې او د مستدرک خاوند وايي: دا حديث ټول هغه شرايط لري، چې بخاري يې د حديث د صحت لپاره غواړي او همدا روايت يې د نهم ټوک په 147 مخ کې راوړى دى او بيهقي؛سنن :2ټوک ،150 مخ ، طحاوي ؛مشکل الاثار:لومړي ټوک،344 مخ ، خطيب بغدادي ؛ تاريخ بغداد: 9ټوک ،126 مخ ، ابن جرير طبري ؛تفسير:22 ټوک ،7 مخ ،ابن اثير؛ اسدالغابه : 5ټوک ،521 او 589 مخونه او محب طبري ؛ذخاير :23 مخ کې رانقل کړى دى ؛چې البته محب طبري يې تر رانقلولو وروسته ويلي دي : ابوالخير قزويني هغه را وړى دى .

( مستدر ک الصحيحين :3ټوک ،147 مخ ) پر خپل سند له عبدالله بن جعفر بن ابيطالب څخه دې مضمون ته نږدې يو بل روايت رانقل کړى او تر رانقلولو وروسته يې ويلي دي : سند يې صحيح دى .

سيوطي؛در المنثور :5ټوک، 198 او 199 مخونه ) تر ويينې لاندې د آيت تر تفسير لاندې  ليکي : ابن مردويه له ام سلمه  روايت کړى،چې ويې ويل :دا آيت په داسې حال  زما په کور کې نازل شو،چې اووه کسان مې په کور کې ول : 1_جبراييل 2_ميکايېل 3_علي 4_ فاطمه 5_حسن 6_ حسين 7_ او په خپله زه،چې ولاړه ومه او و مې ويل : رسول اکرمه ! زه له اهلبيتو ځنې نه يم ؟ و يې ويل :ته په خير کې يې او د رسول اکرم کورودانې يې .

سيوطي دې روايت ته ورته يو بل  روايت له ابن مردويه نه او خطيب له ابي سعيد نه رانقل کړى او وايي : ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى ) او ابن جرير او ابن منذر او حاکم ( هغه هم دا حديث صحيح ګڼلى ) او ابن مردويه او بيهقي پر خپلو سندونو له څو لارو له ام سلمه  را روايت کړى دى .

بيا وايي: ابن جرير ،ابن ابي  حاتم ،طبراني او ابي  سعيد روايت کړي، چې و يې ويل : پېغمبر اکرم ويلي دي : دا آيت زما،علي ،فاطمه ،حسن او حسين  په  باب  نازل  شوى دى.

بيا وايي : ابن ابي  شيبه ،احمدبن جرير،ابن منذر،ابن ابي حاتم ، طبراني، حاکم ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى ) او بيهقي په خپل سنن کې له واثله بن اسقع نه روايت کړى،چې و يې ويل : (د حديث تر پايه).

بيا وايي : حکيم ترمذي،طبراني،ابن مردويه ،ابونعيم او بيهقي په دلائل کې ټولو له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې و يې ويل : رسول اکرم وويل : خداى خلق دوه ډوله کړ او زه يې غوره ډول کړم. تردې،چې وايي : بيا يې ټبرونه هم پر کورنو واېشل او زه يې له غوره کورنۍ کړم ؛ هغه کورنۍ،چې په هکله يې وويل شول : (انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس  اهل البيت و يطهرکم تطهيرا ) ؛ نو موږ اهلبيت له ګناه پاک يو .

او همداراز وايي : ابن جرير ، ابن ابي  حاتم له قتاده نه روايت کړى،چې د پورتني آيت په تفسير کې يې وويل :  ((دا هغه اهلبيت دي،چې خداى له هر ډول بدۍ پاک کړي او خپله لورنه يې ورته ځانګړې کړې )) او دا حديث ضحاک بن مزاحم  راوړى،چې تل به رسول اکرم ويل : (( موږ هغه اهلبيت يو،چې خداى پاک کړي يو، د نبوت له شجرې او د رسالت له موضع څخه راغلل او شول ملائکه،د رحمت کور او او زما د علم کان .))

او هم وايي : ابن مردويه له ابي  سعيد خدري روايت کړى، چې کله علي د فاطمې بي بي مېړه شو؛نو پېغمبر اکرم به څلوېښت ورځې د کور وره ته يې راته او ويل به يې :  ((سلام، لورنه او برکت دې پر تاسې وي، اى زما اهلبيتو ! د خداى لپاره لمونځ مو رحمت شه ؛( انمايريد الله ) الخ  زه له هغوى سره په جګړه کې يم،چې درسره په جګړه کې دي او د هغوى دښمن يم،چې ستاسې دښمن دى او له هغوى سره په سوله او دوستۍ کې يم، چې درسره په سوله او دوستۍ کې وي .))

دې روايت ته ورته يو بل روايت له ابن جرير،ابن مردويه ،ابي  الحراء او حضرت ابن عباس څخه رانقل  شوى دى

( امام احمد حنبل؛مسند:لومړي ټوک،330 مخ ) پر خپل سند له عمرو بن ميمون نه روايت کړى،چې و يې ويل : زه له حضرت ابن عباس سره وم،چې نهه کسان ورته راغلل او و ې ويل : يا دا ځاى راته خالي کړه او يا راسره يو خالي ځاى ته ولاړ شه ؛ نو حضرت ابن عباس ورته وويل : درسره به ولاړ شم . راوي وايي : تر هغه ورځې حضرت ابن عباس روغ و او لا ړونډ شوى نه و او ورسره يو کونج ته ولاړ او ورسره پر خبرو شو؛خو پوه نشوم،چې څه يې وويل، چې ناڅاپه مو حضرت ابن عباس زموږ پر لوري پر راتګ وليد، حال داچې جامې يې څنډلې او ويل يې : هېښنده ده،چې هغه سړي ته کنځل کوي، چې لس ځانګړنې لري :

1_ د خداى استازي يې په هکله وويل : سبا به يو داسې کس جګړې ته ولېږم،چې خداى به يې تر ابده خوار نه کړي؛خداى او استازى يې پرې ګران دى ؛ نو پر هغه ورځ ډېر په تمه ول،چې هغوى ته به غږ وکړي؛خو  رسول اکرم وپوښتل : علي چېرته دى ؟ ورته وويل شول : مېچنه کوي . رسول اکرم وويل : ولې په تاسې کې کوم يو دا کار و نه کړ ؟ بيا علي راغى، حال داچې سترګې يې داسې  خوږېدې،چې هېڅ ځاى ورته نه ښکارېده او بيا رسول اکرم ورته سترګې دم کړې او بيا يې د جګړې بېرغ درې  وارې  ورپاو او بيا يې علي ته ورکړ؛علي هم د کلا پر لور ولاړ؛ کلا يې سوبه کړه او  صفيه د حى لور يې اسيره راوړه .

2_پلانى يې د مکې پر لور ولېږه،چې د توبې  سورت د مکې خلکو ته ووايي او بيا يې علي ورپسې ولېږه، چې سورت ترې واخلي او د لېږلو پر مهال، رسول اکرم ورته وويل : دا سورت يوازې هغه کس بايد يوسي، چې له ما څخه او زه له هغه څخه ووسم.

3_ رسول اکرم خپلو تربورانو ته وويل : په تاسې کې کوم يو چمتو دى، چې  په دنيا او آخرت کې راسره موالات وکړي ؟ علي يوازېنى کس و، چې و يې ويل : رسول اکرمه ! زه به په دنيا او اخر ت کې درسره موالات کوم . رسول اکرم وويل : ته په دنيا او اخرت کې زما ولي يې او دا خبره يې دوه وارې وکړه .

4_او هغه په نارينه وو کې ړومبى و،چې اسلام يې راوړ.

5_د خداى استازي پر علي،فاطمه ،حسن او حسين څادر واچاوه او ويې ويل 🙁 انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا).

6_ علي و، چې ځان يې پر خداى وپلوره او او د خداى داستازي په بستره کې سملاست؛نوچې کله حضرت ابوبکر راغى؛نو ګومان يې وکړ، چې پېغمبر اکرم دى؛نو غږ يې کړ : رسول اکرمه ! علي ورته وويل : د خداى استازى د ميمون د ساه  پر لور ووت،ژر ولاړ شه او ځان ورورساوه او بيا حضرت ابوبکر روان شو او ځان يې رسول اکرم ته ورساوه.

7_ علي به هماغسې تيږه اچوله؛لکه څنګه به چې د خداى استازي اچوله .

8_ پېغمبر اکرم،چې د تبو ک د جګړې لپاره وته ؛نو  علي ورته وويل : اجازه راکوئ،چې زه هم درسره ولاړ شم؟ رسول اکرم ورته وويل : نه !؛ نو علي  وژړل، چې بيا د خداى استازي ورته وويل : ته تر ما وروسته د هر مؤمن ولي يې .

9_ رسول اکرم حکم وکړ، چې بې د علي د کور له وره نور ټول ورونه وتړئ او علي د رسول اکرم په څېر کړاى شول په جنابت کې جومات ته راشي؛ځکه لار يې پر جومات وه او بې له هغې يې بله لار نه درلوده .

10_ علي هغه دى،چې رسول اکرم  يې په هکله وويل : د چاچې زه ولي يم؛نو علي يې هم ولي دى.

دا روايت : نسايې ؛خصايص:8 مخ او محب طبري؛رياض النضره ،2ټوک،203 مخ کې راوړى او د ( موافقات) په کتاب کې يې احمد ، حافظ ابوالقاسم دمشقي ته نسبت ورکړى او په ( اربعين الطوال ) کې يې د هغه روايت يوه برخه نسايې ته نسبت ورکړې او هيثمي؛مجمع :9ټوک،119 مخ کې راوړى او هغه يې احمد او طبراني ته په ( کبير او اوسط ) کې نسبت ورکړى دى .

( احمد حنبل؛مسند:4ټوک،107 مخ ) پر خپل سند له شداد بن ابي  عمار له واثله بن اسقع نه د تطهير د آيت د نزول د شان په هکله يو روايت رانقل کړى؛خو داچې  مضمون يې د تېرو روايتونو په څېر و؛نو را مو  نه وړ. ابن جرير هم هغه په خپل تفسير کې د 22 ټوک په 6 مخ کې او حاکم؛مستدرک:2ټوک،416 مخ او همداراز په 3ټوک ،147 مخ کې راوړى او هغه يې د صحيحو حديثونو د شرايطو خاوند ګڼلى دى .

بيهقي هم دا حديث په خپلو سننو کې له دوو لارو  د دويم ټوک په 152 مخ  کې  او طحاوي؛مشکل الاثار : لومړى ټوک، 336 مخ او متقي؛کنزالعمال :7ټوک، 92 له ابي  شيبه او ابن عساکر څخه رانقل کړى او هيثمي هم په خپله مجمع کې د نهم ټوک په 167 مخ کې او هغه يې احمد او ابويعلي ته نسبت ورکړى او په 147 مخ کې  يې پر بل عبارت راوړى او طبراني ته يې نسبت ورکړى دى .

(امام احمدحنبل؛مسند:6ټوک،292 مخ )پر خپل سند له  حضرت ام سلمه بي بي  روايت کړى،چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم  زما په کور کې و، چې فاطمې د تيږې په يو ديګ کې حريره راوړه ؛نو فاطمه مې خپلې کوټې ته يوړه،رسول اکرم فاطمې ته وويل : ولاړه شه او مېړه او زامن دې هم راوړه . ام سلمه وايي : علي ،حسن او حسين راغلل او هغه حريره يې وخوړه،د خداى استازى په دې  ټوله موده کې پر خيبري څادر ناست و او ما هم په کوټه کې لمونځ کاوه؛نو خداى د تطهير آيت را نازل کړ او بيا رسول اکرم د هغه څادر ډېره برخه پرې واچوله،چې ټول يې پټ کړل او بيا يې خپل لاس پورته کړ او ويې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي. خدايه ! له هر ډول پليدۍ يې پاک کړه او هغسې،چې په خپله پوهېږې تطهير يې کړه؛نو په دې  وخت کې ما هم سر له کوټې رابهر کړ او و مې ويل : زه هم درسره يم. رسول اکرم وويل :ته پر خېر يې.

دا روايت : واحدي ؛ اسباب النزول:267 مخ او طحاوي؛مشکل الاثار: لومړى ټوک ،332 او 334 مخونو کې له دوو لارو  او محب طبري؛ذخاير:23 مخ  رواړي او د ذخاير د روايت په پاى کې دا اضافه راغلې دي : زه به له هغوى سره په دښمنۍ کې يم،چې له دوى سره په دښمنۍ کې وي او له هغوى سره به په دوستۍ کې يم،چې زما له اهلبيتو سره په دوستۍ کې وي او بيا وايي : دا حديث قبايي په معجم کې او سيوطي د درالمنثور په کتاب کې د تطهير تر آيت لاندې  راوړى او ويلي يې دي : دا حديث ابن جرير ،ابن منذر، ابن ابي  حاتم ،طبراني او ابن مردويه له حضرت ام سلمه  روايت کړى دى .

(امام احمد حنبل؛مسند:6ټوک،292 مخ )پر خپل سند له شهر بن حوشب څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : هغه مهال، چې د حسين بن علي د قتل کېدو خبر ام سلمه بي بي ته راغى؛نو و يې ويل : د عراق خلک ملعون شوي دي ؛حسين بن علي يې وژلى دى؛خداى دې هغوى ووژني ،چې له هغه سره وجنګېدل او مړ يې کړ،ما په خپله وليدل،چې يوه ورځ فاطمې د تيږې په يوه ديګي کې حريره راوړه او په پتنوس کې تر اچولو وروسته يې د رسول اکرم مخې ته کېښود، چې رسول اکرم فاطمه وپوښتله: د تره زوى دې چېرته دى ؟ و يې ويل : په کور کې دى. رسول اکرم ورته وويل : ولاړه شه او ورته ووايه،چې راشه او زامن دې هم له ځان سره راوړه . ام سلمه وايي : فاطمه راغله او دوه بچي يې له لاسه نيولي ول او علي هم ورپسې را روان و؛نو رسول اکرم هغه دوه ماشومان په غېږ کې را واخستل او علي يې ښې خواته او فاطمه يې کيڼې خوا ته کېنوله او تر دې وروسته پېغمبر اکرم هغوى په  خيبري څادر کې راټول کړل او پر چپ لاس يې د څادر دواړه پيسکې ونيوې او ښې لاس يې اسمان ته پورته کړ او و يې ويل :خدايه ! پليدې له دوى لرې کړه او هماغسې،چې پخپله پوهېږې،دوى تطهير کړه . خدايه ! دا زما اهلبيت دي،له دوى پليدي لرې کړه او هماغسې،چې پخپله پوهېږې، تطهير يې کړه . ما په دې  وخت کې وويل : آيا زه ستا اهل نه يم ؟ و يې ويل : ته هم راننوځه او زه هغه مهال تر څادر لاندې  شوم، چې د اهلبيتو په هکله يې دعا پاى ته ورسېده .

دا روايت : ابن جرير،  طبري؛تفسير طبري :22 ټوک،6 مخ، طحاوي؛ مشکل الاثار:لومړى ټوک،335 مخ او محب طبري؛ ذخاير:22 مخ هم رانقل کړى دى .

(خصايص نسايې : 4 مخ ) پر خپل سند له عامر بن سعد بن ابي  وقاص څخه روايت کړى،چې  و يې  ويل : معاويه بن ابوسفيان مې پلار ته امر وکړ،چې علي ته کنځل وکړه . سعد ورته وويل : چې کله د هغه په باب  د رسول اکرم درې  جملې رايادې شي؛نو هېڅکله به ورته کنځل و نه کړم او که چېرې هغه يوه جمله هم زما په هکله وه ؛نو پر ځمکه به راته تر ټولو ګران بيه څيزونو  ښه او غوره وو : 1_ په يو جګړه کې رسول اکرم علي ته ګډون نه و ورکړى؛نو علي ګيله وکړه او و يې ويل : رسول اکرمه ! ما د جهاد له ثوابه بې برخې کوې او له ښځو او ماشومانو سره مې پرېږدې، چې پېغمبراکرم ورته وويل : ((خوښ نه يې،چې داسې راته يې؛ لکه هارون،چې مو سى ته و؛خو پر دومره توپير،چې تر ما وروسته د خداى بل استازى نه راځي . ))

دويم داچې رسول اکرم د خيبر پر ورځ په هکله يې وويل :سبا به د جګړې بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛نو چې سبا شو؛نو ټولو غږ نيولى و،چې پېغمبر اکرم به پرې غږ کوي؛خو رسول اکرم پر علي غږ وکړ؛نو چې کله يې ورته علي راوړ؛سترګې يې خوږېدې او بيا رسول اکرم خپلې توکاڼې ورته په سترګو کې مرهم کړې او بيا يې ورته د جګړې بېرغ ورکړ .

درېم داچې کله د ( انما يريد الله ) الخ  آيت نازل شو؛نو رسول اکرم علي،فاطمه ،حسن او حسين را وغوښتل  او يې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي .

( تاريخ بغداد :10 ټوک:278 مخ )پر خپل سند له حضرت ابي  سعيد خدري د تېرو راويتونو په څېر روايت راوړى او ابن جرير طبري؛ تفسير :22 ټوک،7 مخ هغه له حضرت ام سلمه  او په 5  مخ کې له حضرت ابي  سعيد خدري او محب طبري؛ذخاير :24 مخ کې راوړى او هغه يې امام احمد او په مناقب کې يې طبراني ته نسبت ورکړى دى او هيثمي ؛ مجمع :9ټوک،167 مخ کې راوړى او هغه يې بزار ته نسبت ورکړى او علي بن سلطان هغه د کتاب مرقاة د پينځم ټوک په 590 مخ کې رانقل کړى دى .

( رياض النضره:2ټوک،188 مخ ) وايي : چې کله د تطهير آيت نازل شو؛نو رسول اکرم علي،فاطمه ،حسن او حسين د ام سلمه بي بي کور ته  را وغوښتل ( د حديث تر پايه ) او په پاى کې يې هغه قلعي ته هم نسبت ورکړى دى .

( استيعاب :2ټوک :598 مخ ) له ابي  الحمراء روايت کړى دى،چې ويلي يې دي : زه يوه مياشت په مدينه کې وم او هر سهار به مې ليدل، چې پېغمبر اکرم  د فاطمې بي بي د کور مخې ته راځي او وايي : ( لمونځ! لمونځ ! انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا).

دا روايت :ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه:5ټوک ،66 او 174 مخ هم رانقل کړى دى .

( د ابن جرير طبري تفسير؛22ټوک:6 مخ ) له ابي  الحمراء يو بل  روايت رانقل کړى،چې و يې ويل : چې اوه مياشتې په مدينه کې وم .

ابي  داودطيالسي؛8ټوک ،274 مخ له حضرت انس بن مالک څخه يو بل روايت رانقل کړى،چى د رسول اکرم ددې عمل موده يې يوه مياشت ښوولې ده .

(کنزالعمال؛7ټوک،97 مخ ) له واثله پر همدې مضمون روايت رانقل کړى دى . اسدالغابه هم د دويم ټوک په 20 مخ کې له اوزاعي له شدادبن عبدالله له واثله بن اسقع نه همدې روايت ته ورته روايت رانقل کړى دى او په اخر کې يې راغلي : ما واثله ته وويل : له رجسه مراد څه دى ؟ و يې ويل : پر خداى شک او درېم ټوک په 413 مخ کې د عطيه په ژباړه کې ( چې اسماعيل هغه په اصحابانو کې شمېرلى ) او له عمير ابي  عرفچه له عطيه  هغې روايت ته ورته يو روايت راوړى،چې هغه روايت ابن حجر؛اصابه :4ټوک ،247 مخ هم راړى دى .

(مشکل الاثار : لومړى ټوک،332 مخ ) پر خپل سند له ام سلمه بي بي او په 333 مخ کې هم له ام سلمه بي بي او په 332 مخ کې له عامر بن سعد له پلار يې او 336 مخ کې پر خپل سند له عمرة الهمدانيه په دې  هکله روايت رانقل کړى،چې په دې  وروستي روايت کې راعلي،چې  عمرة وويل :ام سلمه ته مې وويل : ام المؤمنين ! ددې سړي په هکله را ته څه ووايه،چې په موږ کې و او ووژل شو او ځينې ورسره دښمنان ول او ځينې ورسره دوستان  وو. ام سلمه بي بي وويل : ستا بدې راځي او که ښه دې راځئ؟ ورته مې وويل : نه مې ښه راځي  او نه مې بدې راځي._ د مشکل الاثار په کتاب کې يو څه نه دي چاپ شوي  او له دې ځايه پيلېږي_ خداى د ( انما يريد الله ) آيت را نازل کړ، حال داچې په کور کې  بې له  جبراييل ، د خداى له استازي ،علي ،فاطمې،حسن او حسين بل څوک نه وو ؛ نو ما وويل : رسول اکرمه ! زه هم له اهلبيتو ځنې يم ؟ راته يې وويل : ته له خداى سره خپل ثواب لرې . پر خداى چې ډېر مې زړه غوښتل،چې پېغمبر اکرم راته ووايي،چې ته هم له اهلبيتو څخه يې او که را ته يې ويلي واى؛ نو تر ټولو هغه څيزونو  به را ته ښه واى،چې لمر پرې لګېږي .

مشکل الاثار : 338 مخ هم له ابي الحمراء په همدې هکله يو روايت راوړى  دى .

(هيثمي؛ مجمع :9ټوک ،169 مخ ) له حضرت ابي  سعيد خدري روايت رانقل کړى،چې ويلي يې دي : وروسته تردې،چې رسول اکرم فاطمه علي ته ورواده کړه؛نو څلوېښت ورځې به يې دکور د وره مخې  ته راتله او ويل يې : ( السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛انما يريد الله …) الخ او دا روايت يې د طبراني د اوسط کتاب ته هم نسبت ورکړى دى او د6ټوک په په 121 مخ کې يې له ابي  الحمراء روايت رانقل کړى،چې  د خداى استازي دا کار  6مياشتې وکړ او د 9 ټوک په 169 مخ کې يې له ابي  برزه روايت رانقل کړى،چې  رسول اکرم دا کار 7 مياشتې وکړ او د لومړي ټوک په 206 مخ کې يې له حضرت انس بن مالک څخه روايت راوړى،چى ويلي يې دي : حضرت عمر بن الخطاب،حضرت ابو بکر ته ورغى او ورته يې وويل : ولې پر فاطمه مارکه نه کوې؟ حضرت ابوبکر وويل : پېغمبر اکرم ما ته خپله لور نه راکوي او بيا حديث ته ادامه ورکوي،چې دې ځاى ته را رسي، چې علي له فاطمې سره واده وکړ او په پاى کې وايي : رسول اکرم وويل : ام ايمن ! يوه لوټه اوبه راوړه؛ اوبه يې ورته راوړې او رسول اکرم هم له هغې اوبو يو څه وڅښکلې او بيا يې فاطمې ته ورکړې،چې هغه يې هم وڅښکي او بيا يې ترې اوبه واخستى او پر هغه اوبو يې د فاطمې  تندى،د ددو اوږو منځ او سينه پرې غوړه کړه او بيا يې علي ته اوبه ورکړې او ورته يې وويل :وڅښکه! او بيا يې  د علي تندى ،د ددو اوږو منځ او سينه پرې غوړه کړه او و يې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي، له دوى پليدي لرې کړه او هغسې،چې په خپله پوهېږې،تطهير يې کړه .

او د نهم ټوک په 207 مخ  کې يې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي: خلکو به تل د خداى پر استازي د فاطمې مارکه کوله؛خو رسول اکرم به نه ورکوله،چې حضرت سعد بن معاذ له علي سره وکتل  او همداراز خپله کيسه کوي، چې وايي : د خداى استازي وويل : اسماء ! په يو لوښي کې اوبه راوړه ! اسماء ورته راوړې او بيا رسول اکرم هغه پر خپل مخ او پښو و موږلې او بيا يې فاطمه راوغوښته او اوبه يې ورته پر سر او سينه وشيندلې او بيا يې هغه اوبه راخستى او پر خپل ځان او فاطمې يې پخنک کولې او بيا يې وويل : هغه له ما او زه له هغه يم؛نو خدايه ؛لکه څنګه چې دې زه له رجس او پليدۍ پاک کړم، لور مې او مېړه يې هم له پليدۍ پاک کړې او هغسې،چې ته پوهېږې، تطهير يې کړې او بيا يې د اوبو يو بل لوښى راوغوښت او هماغه کار يې له علي سره هم وکړ او هماغه دعا يې ورته وکړه او تر دې وروسته يې دواړو ته وويل : پاسئ او خپل کور ته ولاړ شئ ؛ خداى دې تاسې دواړه وبښي او خداى مو سره زړونه ولګوه او نيتونه مو دې خداى صالح کړي. ( او د حديث تر پايه)

او د نهم ټوک په 146 مخ کې وايي : له ابي الطفيل نه روايت شوى،چې ويلي يې دي :حسن بن علي موږ ته وينا کوله ؛ د خداى تر حمد او ثنا وروسته يې وويل : زه د بشير او د نذير زوى يم ،زه د رسول اکرم  زوى يم،زه د خداى پر لور د رابلونکي زوى يم،زه د سراج منير زوى يم، زه د هغه چا زوى يم،چې خداى د عالميانو لپاره رحمت رالېږلى دى،زه له اهلبيتو څخه يم،چې خداى ترې رجس او پليدي لرې کړې او هغوى خداى هغسې،چې په خپله پوهېده،تطهېر کړي دي ( د حديث تر پايه) او بيا يې حديث د اوسط کتاب،د طبراني کبير کتاب ،او بوعلي او بزاز ته نسبت ورکړى دى .

او د نهم ټوک په 172 مخ  کې وايي : له ابي  جميله نه روايت شوى،چې د علي تر وژل کېدو وروسته حسن بن علي ځايناستى وټاکل شو،يو د لمانځه پر مهال له خپل ځايه راپاڅېد او هغه يې پر پنډۍ پر چاړه وواهه؛ حسن د څو ورځو لپاره رنځور شو او تر رغېدو وروسته يې پر منبر داسې وويل : د عراق خلکو ! زموږ په هکله له خدايه ووېرېږئ  ؛موږ هم ستاسې اميران يو او هم مېلمانه  او موږ هغه اهلبيت يو، چې خداى يې په هکله په قرآن کې ويلي دي : ( انما يريد الله ) پر هغه ورځ يې دومره خبرې وکړې،چې په جومات کې داسې څوک نه وو پاتې،چې ژړلي به يې نه ول او بيا وايي : طبراني هم دا حديث راوړى او رجال يې ټول ثقه دي .

(مستدرک الصحيحين :3ټوک،172 مخ ) پر خپل سند له علي بن الحسين نه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حسن بن علي د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته خلکو ته وينا وکړه او د خداى تر حمد او ثنا وروسته يې وويل : خلکو څوک چې موږ پېژني؛نو پېژني مو اوکه څوک مو نه پېژني؛نو زه حسن بن علي د رسول اکرم زوى يم؛زه يې د وصي زوى يم ، زه د بشير زوى يم،زه د نذير زوى يم ،زه د خداى پر لور د رابلونکي زوى يم،زه د منير سراج زوى  يم،زه له هغو اهلبيتو څخه يم،چې جبراييل به ورته راتله  او له کوره به يې اسمان ته الوته ،زه له هغو اهلبيتو څخه يم، چې خداى له هر ډوله پليدۍ پاک کړي وو او هغسې،چې پخپله پوهېده، تطهير کړي يې ول.

(تفسير ابن جرير طبري :22 ټوک،7 مخ )پر خپل سند له ابي  الديلم نه روايت کړى،چې ويلي يې دي : علي بن الحسين  يو شامي ته وويل : د احزاب په سورت کې دې نه دي ويلي : ( انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت ويطهرکم تطهيرا ) شامي وويل : مګر تاسې اهل البيت ياست ؟ ورته يې وويل :هو موږ اهل البيت يو .

د تطهير آيت

((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا(احزاب/٣٣)= بېشكه خداى يوازې غواړي چې له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.))

که موږ يو او همدا آيت او همدا برخه؛نو و به وايو،چې خورا روښانه مفاد لري : خداى داسې اراده کړې ده او کوي يې،چې له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ مو سپېڅلي كړي، ((وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا )) په ځانګړې بڼه مو پاک کړي. کوم تطهير،چې خداى يادوي؛څرګنده ده،چې عرفي او طبي تطهير نه دى،چې دا يې په پام کې وي،چې ناروغۍ درنه لرې کړي او بدن مو له مېکروبونو پاک کړي. نه وايم،چې دا د تطهير مصداق نه دى؛خو څرګنده ده کوم تطهير،چې دا آيت وايي،په لومړۍ درجه کې له هغو څيزونو پاکوالى دى،چې پخپله قرآن يې “رجس= پليتي” ګڼي . په قرآن کې “رجس”  او “رُجز” او دې ته ورته څيزونه؛يعنې هر څه چې په قرآن کې ترې منع کوي؛هر څه چې ګناه ګڼل کېږي،که اعتقادي وي که عملي او که اخلاقي . دا رجس او پليتي ده. دادى،چې وايي : ددې آيت مفاد د اهلبيتو عصمت دى؛يعنې له هر ډول پليتۍ يې پاکوالى .

فرض کړئ،چې نه شيعه يو او نه سني او يو مسيحي مستشرق يو،چې له مسيحي نړۍ راغلي يو او غواړو وګورو،چې د مسلمانانو کتاب څه وايي.دا جمله په قرآن کې وينو او بيا په تاريخ،سنت او احاديثو پسې ځو؛نو ګورو،چې نه يوازې شيعه،چې ځان د اهلبيتو لاروۍ ګڼي؛بلکې هغه ډله،چې له اهلبيتو ځانګړې لاروي نه کوي،په کتابونو کې يې ددې آيت د شان نزول د اهلبيتو ستاينه ګڼلې او ووايي،چې ددې آيت د نزول پر مهال حضرت علي (ک)،حضرت فاطمة الزهرا،حضرت امام حسن، حضرت امام حسين او پخپله رسول اکرم و. د اهلسنتو په روايتونو کې راغلي : دا آيت،چې نازلېده؛نو حضرت ام سلمه بي بي، چې د پېغمبر اکرم مېرمن وه هم په کور کې وه،رسول اکرم ته وويل : رسول الله ! آيا زه  هم په اهلبيتو کې شمېرل کېږم که نه ؟ رسول اکرم ورته وويل: ته نېکه ښځه يې؛خو په اهلبيتو کې نه شمېرل کېږې .دا خبره د اهلسنتو په ډېرى روايتونو کې راغلې ده.

ګورو،چې همدا آيت در نورو آيتونو په ترڅ کې دى او مخکې او وروسته ترې د پېغمبر اکرم د مېرمنو په اړه دى. مخکې ترې دادي : ((يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء (احزاب/٣٢)   د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د(نورو) ښځو غوندې نه ياست)) (البته نه وايي،چې امتياز لرئ) ګناه مو دوه ګرايه ده؛ځکه که ګناه وکړئ؛لومړى داچې ګناه مو کړې او دويم داچې د مېړه د مقام سپکاوى مو کړى دى؛نو دا دوه ګناوې دي او د خير کړنې مو هم دوه ګرايه ثواب لري؛ځکه د خير کړنې مو دوه کړنې دي او لکه څنګه چې ويل کېږي،چې د ساداتو د ښه کړنو او ګناه ثواب او عذاب دوه ګرايه دى ؛ددې لپاره نه دى،چې يوه ګناه د دوى په اړه له نورو سره توپير لري؛بلکې يوه ګناه يې دوه کېږي .د ساري په ډول : که يو “سيد” شراب وڅښي؛نو بې له دې،چې شراب يې څښلي؛يو بل کار يې هم کړى دى او هغه داچې د پېغمبراکرم ځوځات دى؛نو د پېغمبراکرم سپکاوى يې هم کړى دى؛نو څوک چې ګوري،چې پخپله د پېغمبراکرم ځوځات داسې له پېغمبره سرغړونه کوي؛نو په روحيه يې خورا ناوړه اغېز کوي.

په دې آيت کې ضميرونه هم مؤنث دي : (( لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ (احزاب/٣٢)= د(نورو) ښځو غوندې نه ياست؛كه پرهېزګاري كوئ؛)) څرګنده ده،چې مخاطب يې د پېغمبراکرم مېرمنې دي. تر دوو يا درې آيتونو وروسته يودم ضمير مذکرېږي او همدې آيت ته را رسو((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ [نه وايي : (عنکُن)] الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) بيا ځلي ضمير مونثېږي . قرآن خو يو کار هم بېځايه نه کوي . لومړى يې دلته د ((اهلبيت)) لفظ راوړى او مخکې ترې ټول ((نساءالنبي)) دى : ((يَا نِسَاء النَّبِيِّ))؛يعنې د ((نساءالنبي)) عنوان د پېغمبراکرم د اهلبيتو په عنوان واوړېد او ترڅنګ يې مؤنث ضمير په مذکر ضمير واوړېد.دا خو څه بېځايه خبرې نه دي .په آيتونو کې پر شته مطلب سربېره بل څه ويل غواړي.تردې آيت مخکې او وروسته د پېغمبراکرم د مېرمنو په اړه ټول مکلفيت، ګواښ، ډارول ، رجاء او امر دى : ((وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ= او پخپلو كورونو كې اوسئ او د ړومبني جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ)) ټول امر،حکم،ګواښ او ترڅنګ يې ډارول او رجاء دى؛که ‌ښه کار وکړئ داسې کېږي او که بد کار وکړئ؛هغسې کېږي.

خو د تطهير آيت تر ستاينې اوچت دى؛له ګناه د پاکوالي او پاکلمنۍ خبره يې کوي.ددې آيت مفاد له مخکېني او وروستني آيت سره توپير لري. دلته مخاطب ((اهلبيت)) دي او هلته ((نساء النبي)) دلته ضمير مذکر دى او هلته مؤنث؛خو همدا آيت چې مفاد يې له مخکني او وروستني آيت سره دومره توپير لري،په هغو آيتونو کې ځاى په ځاى شوى دى؛لکه څوک چې د خپلو خبرو په ترڅ کې بل مطلب وايي او بيا خپلې خبرې ته دوام ورکوي؛نو ځکه زموږ په روايتونو کې امامانو خورا ټينګار کړى،چې د قرآن د آيتونو پيل يو مطلب،منځ يې بل مطلب او پاى يې بل مطلب دى؛نو ځکه د قرآن تفسير ته پر دومره ارزښت قايل دي .

نه يوازې زموږ روايتونو او امامانو ويلي،چې د ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) آيت مخکېنى او وروستنى مطلب سره توپير لري او مخاطب او مضمون يې غير له هغوى دى او په هغوى پورې اړوند دى،چې هغه کيسه يې په اړه ده؛بلکې ټولو اهلسنتو هم دا مطلب روايت کړى دى.

د مباهلې آيت

 ((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ علي الْكَاذِبِينَ ( آل عمران/٦١)=( د مسيح په باب ) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه درسره شخړه كوي ؛ نو ورته ووايه:((راځئ،چې موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ  به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې،موږ به پخپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ ؛نو بيا به مباهله (او دعا) وكړو او پر دروغجنو د خداى لعنت وغواړو.))                                                                               

 پېغمبر اكرم صلى الله عليه و آله د نجران مسيحيان مدينې ته راوبلل، چې له نږدې له “اسلامي دعوت” سره بلد شي، پېغمبر اکرم ورسره ډېرې خبرې اترې وكړې؛خو حق ته يې غاړه نه اېښووله او بېلابېلې پلمې يې كولې، پېغمبر اكرم ورته د حق تعالى په امر د مباهلې بلنه ورکړه او هغوى هم ورسره ومنله، پېغمبر اكرم حسن، حسين، فاطمې بي بي او علي “ك” سره دوعدې ځاى ته راغلل.

 مسيحيانو چې دا ځلاندې څېرې وليدې له مباهلې يې ډډه وكړه او مشر يې وويل: داسې څېرې وينم،چې كه له خدايه وغواړي، چې غرونه راونړېږي؛ نو دا چار به وشي .

 بيا يې جوړ جاړى وكړ او ژمنه يې وكړه،چې پېغمبر اکرم ته به كلني ماليات وركوي، چې د اسلامي حكومت په سيوري كې  په امن او امان و اوسي.

 د مباهلې داستان د قرآن مجيد له هېښنده داستانونو دى او پردې سربېره،د پېغمبراكرم له غوڅو معجزو او پر خپل رسالت باندې يې د ټينګ ايمان ښووونكى دى. بلخوا دا داستان د خداى په نزد د “نبوي كورنۍ” مقام او درناوى راښيي، چې دعا يې منل كېږي او د هر يو شتون د “محمدي اسلام” د حقانيت نښه ده.[336]

 صحيح مسلم د فضايل الصحابه د کتاب د ( من فضايل علي بن ابيطالب ) په باب کې پر خپل سند له عامر بن سعد بن ابي وقاص له خپل پلار روايت کړى،چې ويلي يې دي : معاويه بن ابوسفيان حضرت سعد ته امر وکړ،چې علي ته کنځل وکړي .حضرت سعد ورته وويل : هر کله مې چې د علي په هکله د خداى د استازي درې ويناوې  يادې وي؛نو هېڅکله به ورته کنځل و نه کړم او که چېرې په هغو دريو خبرو کې يوه هم زما په هکله وه؛نو تر هغه څه به راته ښه واى،چې پر ځمکه پرې لمر لګي :1_  په يو جګړه کې  د خداى استازي،علي خپل ځايناستى کړ او جګړې ته يې له ځان سره يو نه وړ ؛ نو علي خپه شو او ګيله يې وکړه، چې ښځو اوماشومانو ته يې پرېږدې  او د جهاد له ثوابه مې بې برخې کوې؛نو د خداى استازي ورته وويل : خوښ يې ،چې مقام دې راته داسې وي؛لکه د هارون،چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته به خداى بل استازى نه رالېږي.

2_د خيبر پر ورځ مې واورېدل،چې رسول اکرم وويل : سبا به د جګړې بېرغ هغه چا ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛نو ټول پر تمه ول، چې پېغمبر اکرم به هغوى ښيي؛خو چې سبا شو؛نو وا مې ورېدل،چې علي ته يې غږ کړ او چې علي يې ورته راوړ؛ نو سترګې يې خوږېدې؛نو پېغمبر اکرم ورته په سترګو کې خپلې توکاڼې وموږلې  او د جګړې بېرغ يې ورکړ اوکلا هم د علي په لاس سوبه شوه .

3_ چې کله د (فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ)آيت نازل شو؛نو د خداى استازي علي،فاطمه ،حسن او حسين راوغوښتل او ويې ويل : خدايه ! دوى زما اهلبيت دي .

دا روايت ترمذي؛صحيح :2 ټوک،300 مخ ، احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک،185 مخ ،سيوطي په درالمنثور:کې د آل عمران د سورت د مباهلې تر آيت لاندې  او درېمه جمله يې صحيح ترمذي :2ټوک،166 مخ پر خپل سند له عامر بن عباس بن سعد بن ابي  وقاص له پلار او حاکم ؛مستدرک:3ټوک،150 مخ ( هغه دا حديث د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلې،چې  مسلم او  بخاري يې د حديث د صحت لپاره غواړي )  بيهقي؛سنن :7ټوک،63 مخ او زمخشري په کشاف کې او فخر رازي دواړو د مباهلې تر آيت لاندې  او شبلنجي؛ نورالابصار: 100 مخ  کې  راوړى دى او د شبلنجي عبارت دا دى: (( مفسرينو ويلي دي : رسول اکرم چې کله دا آيت له نجران څخه راغلي مسيحي پلاوي ته ووايه او هغوى يې مباهلې ته را وبلل؛نو هغوى ورته وويل : موږ به په خپل کار کې سوچ وکړ او سبا به ځواب درکړو؛نو وروسته تردې چې يو له بل سره يې سلا مشوره وکړه،خپل مشر ته هم ورغلل،چې هغه ورته څه وايي ؛ نو هغه ورته وويل : نصاراو ! تاسې ښه پوهېږئ،چې محمد پېغمبر دى او که مباهله مو ورسره وکړه؛نو هلاک به شو ))

 او په يوه بل روايت کې يې ويلي دي : پر خداى چې هېڅ قوم له هېڅ پېغبر سره مباهله و نه کړه ؛خودا چې تر وروستي تن پورې هلاک شول ؛ نو که زما منئ ؛نو ايمان پرې راوړئ  او که زما خبره نه منئ او وياست چې مباهله کوئ ؛ نو لږ تر لږه دا خبره خو مې واورئ،چې ولاړ شئ او له هغه سره خداى په اماني وکړئ او بيا خپلې سيمې ته ستانه شئ . د نجران پلاوى پېغمبر ته ورغلل؛و يې ليدل چې حسين يې په غېږ کې راخستى او حسن يې له لاسه رانيولې او فاطمه په پېغمبر پسې او علي هم په فاطمې پسې را روان دى؛نو د خداى استازي وويل : چې کله ما دعا وکړه ؛ نو تاسې آمين ووياست . چې کله د نجران اسقف دا حالات وليدل؛نو و يې ويل: د نجران نصاراو ! کومې څېرې،چې وينم که له خدايه وغواړي غر ورته له ځايه را ونه ړوي؛نو خداى به دا کار وکړي؛ نو مباهله و نه کړئ،چې هلاک به شئ او د قيامت تر ورځې پورې به يو نصارا هم پر ځمکه پاتې نشي؛نو نصاراو له مجبورۍ نه وويل : ابا القاسمه ! زموږ خوښه پر دې راغله،چې مباهله و نه کړو او تا پر خپل دين پرېږدو او ته هم موږ پر خپل دين پرېږدې. رسول اکرم ورته وويل : اوس چې حاضر نه ياست،چې اسلام راوړئ او مباهله وکړئ ؛نو په ګټه او تاوان کې له مسلمانانو سره شريک شئ؛خو نصاراو ورسره و نه منله؛ نو رسول اکرم ورته وويل : بايد جګړې ته چمتو شئ . نصارارو ورته وويل : موږ له عربو سره د جګړه وس نه لرو؛ خو درسره به سوله وکړو او ددې لپاره چې ته له موږ سره  و نه جنګېږې او و مو نه وېروې  او و مو نه ګواښوې او له خپل دينه مو وا نه ړوې؛نو موږ به هر کال دوه  زره توپه ټوټه درکوو،چې زر توپه به يې د صفر په مياشت او نوره به يې د رجب په مياشت کې درکوو ( او په يوه نقل کې راغلي )، 33 زره ،33 نر اوښان ، 34 جنګي اسونه  به درکوو، چې رسول اکرم يې دا وړانديز ومنه او له سوله يې ورسره وکړه  او و يې ويل : پر هغه خداى قسم،چې ژوند مې د هغه په لاس کې دى،چې عذاب  تر نجران پورې رسېدلى و او که سوله يې نه وه کړې؛نو ټول به د بيزو او خوک پر بڼه به شوي ول او دښته به ورته سور اور شوې وه او خداى به ان د نجران ونې او چرګان هم له منځه وړي  واى او په کال کې دننه دننه به پر ځمکه ټول نصارا له منځه تللي واى .

زمخشري ددې آيت تر رانقلولو وروسته وايي : دا آيت د اهل کساء د فضيلت ښکارندوى دى، چې هېڅ دليل يې قوت ته نه رسي او همداراز د رسول اکرم د نبوت يو ښکاره دليل دى؛ځکه نه مخالف او نه  موافق داسې کوم روايت رانقل کړى،چې د نجران نصاراو مباهله وکړه .

فخر رازي هم ددې روايت تر رانقلولو وروسته وايي : دا آيت دلالت کوي،چې حسنين د خداى داستازي زامن دي؛ځکه  کله رسول اکرم ته دنده ورکړه شوه، چې خپلو زامنو ته په مباهله کې ګډون ورکړي؛نو د خداى استازي هغه دواړه راوړل؛نو فرضېږي،چې ووايو هغه دواړه د رسول اکرم زامن دي .

بيا وايي : او هغه آيت چې پردې مانا ټينګار کوي، د انعام د سورت دا آيت دى : ( و من ذريته داود و سليمان _ تردې چې وايي : و زکريا و يحيى ) چې معلومه ده،چې عيسى د مور له پلوه ابراهيم ته منتسب دى؛نه د پلار له لوري؛نو جوتېږي،چې کله د لور زامن هم د انسان خپل اولاد ګڼل کېږي او ،چې خبرو وروسته وايي : روايت شوى، چې ابا جعفر باقر له حجاج بن يوسف سره پردې آيت استدلال کړى دى .

او همداراز د بقرې د سورت د ( وعلم آدم الاسماء کلها) آيت په تفسير کې يې ليکي: له شعبي نقل شوي دي،چې ويلي يې دي :زه له حجاج سره وم،چې خراساني فقيه  “يحيى بن يغمر” يې پر زنځيرونو تړلى ورته له بلخ نه  راوړ؛ نو ورته يې وويل : تا ويلي،چې حسن او حسين د خداى د استازي زامن دي . و يې ويل : هو !. حجاج وويل : يا بايد د خپلې خبرې لپاره د خداى له کتابه واضح دليل راوړى او يا به دې د بدن يو غړى غوڅوم . يحيى ورته وويل: حجاجه ! د خداى له کتابه به درته داسې ښـکاره دليل راوړم،چې ته هم ورته حيران شې. حجاج يې جرات ډېر زيات حيران کړ،چې په نوم يې ورته غږ وکړ او و يې ويل، چې د ((فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ )) پر آيت استدلال و نه کړې . يحيى : تر دې به هم روښانه دليل راوړم او ويې ويل : ( و نوحاهدينا من قبل و من ذريته داود سليمان_ تردې چې وايي _ و زکريا و يحيى و عيسى ) چې په دې  آيت کې عيسى د نوح ذريه ښوول شوې ده ؛نو ته راته ووايه، چې د عيسى پلار څوک و،حجاج د څو شيبو لپاره غلى شو او بيا يې وويل :ګواکې دا آيت مې تر اوسه نه و اورېدلى او بيا يې حکم ورکړ، چې زنځير يې له پښو او لاسونو خلاص کړئ او دومره انعام هم ورکړئ .

دا کيسه سيوطي هم په درالمنثورکې د انعام د سورت (( و وهبناله اسحاق و يعقوب کلا هدينا و نوحا هدينا من قبل ومن ذريه داود و سليمان) په آيت کې له دوو لارو،  چې يو يې  ابن ابي  حاتم له ابي  حرب بن اسود او بل يې له ابي  الشيخ ،حاکم ،او بيهقي له عبدالملک بن عميره نه رانقل کړى دى .

( تفسير ابن جرير طبري :3ټوک ،212 مخ ) له زيد او بيا په 212 مخ کې له سدى نه او په 213 مخ کې  له علباء بن ،احمر يشکري او بيا په هماعه مخ کې له زيد نه په دې هکله روايت رانقلوي، چې رسول اکرم ، علي ،فاطمه ،حسن او حسين په مباهلې کې ګډون کړى و.

( سيوطي په درالمنثور کې د آل عمران د سورت د مباهلې د آيت په تفسير کې ) وايي : حاکم ( هغه دا حديث صحيح ګڼي) او ابن مردويه او ابو نعيم په دلايل کې له جابر څخه روايت کړى،چې ويې ويل : عاقب او سيد رسول اکرم ته راغلل ؛نو د خداى استازي دواړه اسلام ته راوبلل، چې دواړو ورته وويل : محمده ! موږ اسلام راوړى دى . د خداى استازي ورته وويل: دروغ وياست او که زړه مو غواړي ؛ نو درته به ووايم، چې ولې اسلام نه راوړئ . ورته يې وويل : ووايه. رسول اکرم ورته وويل : کومه مينه، چې تاسې له صليب،شرابو او د خوک له غوښې سره لرئ ؛ نو نه مو پرېږدي،چې اسلام راوړئ  او بيا رسول اکرم ورته د مباهلې بلنه ورکړه او هغوى دواړو هم د سبا وعده ورکړه،چې بله ورځ رسول اکرم علي ،فاطمه ،حسن او حسين  راوړل او پيغام يې ورولېږه،چې راشئ ؛ خو هغه دواړه را نه غلل او د رسول اکرم پر نبوت يې منښته وکړه . د خداى استازي وويل : قسم پر هغه خداى،چې زه يې استازى رالېږلى يم که منښته يې نه وه کړې؛نو خداى به پرې په دښته کې اور راورلى و .

حضرت جابر وايي : د ((فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ)) آيت په دې  پېښه کې نازل شوى او همداراز وايي : له ( انفسنا ) نه مراد پېغمبر اکرم او علي او له ( ابنا ئنا ) نه مراد حسنين او (نسائنا) نه مراد فاطمه ده .

( صواعق محرقه :93 مخ )وايي : دار قطني روايت کړى،چې علي د شورى پر ورځ هغه کسانو ته،چې هلته ناست ول،داسې وينا وکړه : پر خداى قسم درکوم، چې په تاسې کې تر ما رسول اکرم ته بل نږدې شته ؟ او څوک شته،چې خداى هغه د رسول اکرم نفس او زامن يې د رسول اکرم زامن کړي وي او د هغې ښځه يې د خداى داستازي ښوولې وي ؛ نو ټولو  منښته وکړه، چې شهد الله ،نه ( د حديث تر پايه )

د هل اتى سورت د حضرت علي ،فاطمه ،حسن او حسين په هکله نازل شوى دى

( اسد

الغابه : 5ټوک،530 مخ ) پر خپل سند د فضه نوبيه د حال په شرح کې له مجاهد او حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چى د : (يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا . وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا )

آيت په تفسير کې يې ويلي دي: حسن او حسين ناروغ شول؛نو پېغمبراکرم يې پوښتنې ته راغى او بيا نور خلک هم پوښتنې ته راغلل،رسول اکرم حضرت  علي ته يې وويل : ابالحسنه ! څومره به ښه شي، چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې . حضرت علي ورته وويل :که خداى دا دواړه روغ کړل؛نو د خداى لپاره به درې ورځې روژه ونيسم او دا خبره بي بي فاطمې هم واورېده ؛ نو هغې هم همدا نذر وکړ. هغوى د فضه په نامه يوه وينځه درلوده، چې د نوبه (افريقا ) وه ؛نو هغې هم وويل : که خداى مې دې دوو بادارانو ته شفا ورکړه؛نو زه به هم روژه ونيسم . حسن او حسين روغ شول، حال داچې  له “آل محمد” کره هېڅ  څه هم نه وو؛ نو علي خيبري شمعون ته ورغى او درې منه د روټې اوړه  يې ترې کور ته  راوړل  او له زهرا بي بي سره يې کېښوول چې بي بي زهرا ترې يو من واغږل اوپاخه يې کړل؛نو بيا چې علي کور ته راغى؛نو فاطمې بي بي هغه له علي سره کېښوول، چې په همدې مهال يو مسکين يې د وره مخې ته ودرېد او ويې ويل : سلام دې د محمد پر اهلبيتو وي ! مسکين مسلمان يم ؛ خواړه راکړئ ،خداى دې تاسې ته له جنتي دستر خوانه خواړه درکړي .

علي چې واورېدل؛ نو و يې  ويل :  خواړه مسکين ته ورکړئ ؛ نو “آل محمد” پر هغه ورځ او شپه وږي  پاتې شول او د روژه ماتي لپاره يې بې له اوبو هېڅ څه نه درلودل،چې بله ورځ شوه؛نو بي بي زهرا له هغه اوړو يو من نور واغږل او پاخه يې کړل . علي د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ او چې کور ته راغى او خواړه يې ورته مخې ته کېښوول؛نو د وره له خولې غږ راغى : سلام دې پر تاسې وي د محمد اهلبيتو ! زه د مهاجرينو د شهيد پلار مړى يم ؛پلار مې شهيد شوى ؛ څه خواړه راکړئ . آل محمد پر هغه ورځ خپل خواړه پلارمړي ته ورکړل او په خپله يې پر اوبو روژه ماتى وکړ . پر درېمه ورځ بي بي زهرا يو من اوړه واغږل او پاخه يې کړل .علي چې د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ ؛ نو کور ته راغى .بي بي زهرا ورته خواړه مخې ته کېښوول، چې په همدې وخت کې يو اسير راغى او و يې ويل : سلام دې پر تاسې وي نبوي کورنۍ ! موږ اسيرانوئ او بندوئ مو او خواړه هم نه راکوئ . پر هغه ورځ نبوي کورنۍ خپل خواړه اسير ته ورکړل او په پايله کې پرله پسې درې ورځى وږي پاتې شول او بې له اوبو يې هېڅ څه هم و نه خوړل، چې دا مهال پېغمبر اکرم ورته راغى او د هغوى لوږه يې وليده او له کيسې خبر شو او پر هماغه مهال رسول اکرم دا آيت را واستو : (هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا )

دا روايت ابوموسى رانقل کړى او زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د ( و جزيهم بما صبروا جنة و حريرا ) آيت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي،چې واحدي هم دا روايت رانقل کړى او همداراز فخر رازي هم دا آيت ددې سورت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي : واحدي، چې زموږ له اصحابو ځنې  دى، د سبط په کتاب کې يې ويلي : دا سورت د حضرت علي په باب نازل شوى او بيا اضافه کوي، چې د کشاف خاوند،چې په خپله معتزلي دى،دا روايت يې له حضرت ابن عباس څخه رانقل کړى دى .

(واحدي ؛اسباب النزول:331 مخ ) د : ((وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا)) آيت د نزول د شان په هکله ويلي : عطاء له حضرت ابن عباس څخه داسې روايت رانقل کړى،چى هغه مهال، چې حضرت علي د کجورو يو بڼ ته د اوبو ورکولو  ټېکه واخسته،چې ورته به په بدل کې يې د روټې اوړه ورکول کېږي؛نو کله يې چې د روټې اوړه کور ته راوړل؛نو ترې يې د حريره په نامه خواړه پاخه کړل؛نو همدا چې حريره پخه شوه؛ نو يو مسکين د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ . سبا يې بيا اوړه پاخه کړل،چې پاخه شول؛ نو يو پلار مړي يې د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ،چې د نن ورځې دا خواړه يې پلار مړى ته ورکړل او بله ورځ هم،چې کله خواړه پاخه شول؛ نو اسير ته يې ورکړل او نبوي کورنۍ درې ورځې وږې پاتې شوه،چې بيا دا آيت يې په هکله نازل شو .

مولف: دا روايت محب طبري؛رياض النضره :2ټوک،227 مخ او په خپل بل کتاب کې ؛يعنې د ذخاير په 102 مخ کې ،سيوطي په درالمنثور کې د ( يطعمون الطعام) د آيت تر تفسير لاندې  ،ابن مردويه او شبلنجي؛ نورالابصار: 102 مخ د شيخ اکبر له مسامرات نه دا راويت رانقل کړى دى او په مسامرات کې راغلي،چې حسن او حسين،چې ناروغ شول؛ نو پېغمبر اکرم يې پوښتنې ته ورغى او علي ته يې وويل : اباالحسنه ! څومره به ښه شي،چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې،علي وويل: زه به يې د روغتيا لپاره درې روژې  ونيسم . بي بي زهرا وويل : زه به هم درې روژې ونيسم . زامنو يې وويل : موږ به هم روژه شو او وينځې يې هم وويل : زه به هم درې ورځې روژه شم  او ماشومان،چې خداى روغ کړل؛ نو سبا ته ټول روژه شول او ددې لپاره، چې  د روژه ماتي لپاره يې څه نه درلودل؛ نو علي له خپل ګاونډي شمعون کره،چې يو يهودي  و،ولاړ او وړۍ يې ترې راوړې،چې و يې بڼي او د هغه پر وړاندې ترې درې منه د روټې اوړه واخلي،چې فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل،چې د هر کس يوه روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو  يو مسکين يې دکور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو!  سلام دې پر تاسې وي، مسکين مسلمان يم؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم  راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . علي په لاس کې کپ کېښود  او ويې ويل :

فاطمې ! د مجد او يقين خاوندې ! په خلکو کې د تر ټولو غوره انسان لورې ! نه وينې چې دا مسکين مو دکور وره ته راغلى، زړه سوځونکى غږ لري او مګر داسې نه ده، چې هر څوک د عمل ګرو دى .

بي بي فاطمې هم ورته وويل :

د تره زويه ! حکم دې پر سر سترګو او هېڅ ګيله نه لرم  او هيلمنه يم، چې د يو وږي د مړولو په بدله کې له ابرار سره يو ځاى شم او پر شفاعت يې جنت ته ورننوځم.

وايي : بيا فاطمې دستر خوان ته لاس کړ او هغه څه چې پکې ول، ټول يې مسکين ته ورکړل او په خپله وږي ويده شول . د هغې ورځ پر سبا يې هم د روژې نيت وکړ، حال داچې په روژه ماتي او پيشنمي کې يې بې له اوبو هېڅ څه نه  درلودل. فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يو روټه رسېده . علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛ نو  يو پلار مړى  يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، پلار مړى يم او د مسلمانانو پلار مړى  هم يم؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :

د کريم سيد لورې ! خداى دا پلار مړى را استولى؛نو نن چې څوک د لورين څښتن خوښي وغواړي؛نو موعد به يې سبا  له نعمتونو په  ډک جنت کې وي .

بي بي زهرا ځواب ورکړ :

ژر به مې خپل او د زامنو خواړه پلار مړى ته ورکړم او هېڅ باک هم نه لرم او خپل خداى به له خپلو هغو زامنو مخکې کړم، چې له پرونه تر اوسه پورې وږي دي؛هغه زامن چې وړوکى (حسين ) به يې د خداى په لار کې وژل کېږي .

او هغه مهال هغه څه چې په دسترخوان کې ول، پلار مړي ته يې ورکړل  او پر هغه شپه هم وږي ويده شول او بې له اوبو يې هېڅ هم و نه خوړل ؛ نو سبا فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يوه روټه رسېده . علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همدا چې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو  يو اسير  يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، اسير يم، اسير يې کړم؛خو خواړه يې را نه کړل؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم  راکړئ، خداى دې جنتي خواړه درکړي  علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :

فاطمې د احمد نبي لورې ! د هغه پېغمبر لورې،چې په خپله ستردې او بشر يې ستر کړى دى،داچې ګورئ د کور وره ته دې ولاړ دى؛هغه اسير دى چې له دې ځايه بل ځاى  نه لري او اوس يې زولنۍ په لاس کې دي او له  لوږې  تنګ شوى او موږ ته يې ګيله راوړې او نن که چا ورته خواړه ورکړل؛نو سبا به هغه خواړه ومومي. هو ! هغه به د علي له واحد خداى سره ومومي او هر څوک هر څه چې نن وکري سبا به هماغه رېبي .

بي بي زهرا ورته وويل:

له هغه څه نه چې کورته راغلي ول، يوازې يو من پاتې دى او زما لاسونه پر څرخۍ او مېچنه ستړي شوي دي او پر خداى قسم، چې درې ورځې دي،چې زامن مې وږي دي. پالونکيه ! هغوى هلاک مه کړې او هغه مهال ټول هغه څه چې په دستر خوان کې ول، اسير ته يې ورکړل او سبا يې د روژې نيت و نه کړ؛خو د نن د روژه ماتي لپاره يې هم څه نه درلودل؛نو علي، حسن او حسين رسول اکرم ته ورغلل او دواړه ماشومان د چورګوړو په څېر له لوږې رپېدل .رسول اکرم چې هغوى وليدل ؛ نو و يې ويل : حال مو ډېر خپه کوونکى دى ،پاسئ چې لور ته مې ورشو او بيا له بي بي فاطمې کره راغلل ؛نو ويې ليدل چې په خپل محراب کې پر عبادت بوخته ده او له ډېرې لوږې يې ګېډه په ملا پورې نښتې ده او سترګې يې ژورې شوې دي؛نو همداچې رسول اکرم وليده ؛ نو په غېږ کې يې را ونيوه  او ويې ويل : وا  غوثاه ! بيا جبراييل راغى او ويې ويل : محمده ! خداى د اهلبيتو د مېلسمتيا په هکله آيت را لېږلى دى : (وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا).

خوشال بابا وایي :

د جهان دولس امام دي                 په حديث کې نام په نام دي

يوعلي دويم حســـن دى                   بل حسين پاکيزه تــــــــن دى [337]

 

امام حسن او امام حسين له رسول الله ځنې دي او دوه سبطه يې دي

موږ په تېر بحث کې امام علي په باب ځانگړنې ولوستې اوس د رسول اکرم د دوو لمسيو امام حسن او امام حسين په هکله روايت څېړو، چې يو يې د “منى” کلېمه ده چې په تېره بحث کې يې پر  مانا پوه شوي يو.

د امام احمد حنبل په مسند کې له “مقدام بن معدى کرب” روايتوي چې:

د رسول اکرم حسن په غيږ کې ونيو او و يې ويل: “هذا منى”: “له ما څخه دى[338]“.

او له “براء بن عازب” څخه روايت دى چې وايي: “پېغمبر حسن يا حسين ته وويل”:”دا له ما څخه دى”[339]

بخاري، ترمذي، ابن ماجه، احمد او حاکم له “يعلى بن مره” څخه روايتوي:

پېغمبر اکرم وويل: “حسين منى و انا من حسين، احب الله من احب حسينا، حسين سبط من الاسبط”: “حسين له ما څخه دى او زه له حسين څخه يم ، خداى دحسين مينوال، ښه گڼي، حسين له “اسباطو” يو سبطه دي .[340]

او په بل روايت کې وايي: “حسن او حسين له  “اسباطو” دوه سبطه دي.”[341]

او له “ابو رحثه” روايت دى: رسول اکرم وويل: “حسين له ما څخه دى او زه له هغه څخه يم او هغه له “اسباطو” يو سبط دى.[342]

او له “براء بن عازب” روايتوي چې: رسول اکرم وويل: “حسين له ما څخه دى او زه له حسين څخه يم، مينوال يې خداى ښه گڼي. حسن او حسين له “اسباطو” دوه سبطه دي.”[343]

رسول اکرم چې د امام حسن او امام حسين په باب د “منى” کلېمه کار ولې هماغه ده، چې د هغوى د پلار په باب يې ويلې وه او مراد ترې دا دى چې هغوى د تبليغ په مقام کې د پېغمبر اکرم په څېر دي.

او دا چې رسول اکرم يې په باب وايي: “انهما سبطان من الاسباط” مانا يې دا نه ده، چې هغوى د نورو بشري لمسيو په څېر؛ يوازې دوه لمسي يې دي، چې دا يوه جنتي خبره ده او د پېغمبر اکرم له مقام سره نه ښايي؛ بلکې د “الاسباط” په کلېمه کې “الف و لام” د ذهني عهد لپاره او هغه اسباط ته اشاره ده، چې د قرآن کريم ته آيتونو کې راغلې ده؛ لکه:

((قُولُواْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ [344] = ووايئ چې : (( موږ  پر الله  او پر هغه  لارښوونو ايمان راوړى،چې راته راغلي دي او هغه چې د ابراهيم او اسماعيل او اسحاق او يعقوب ځوځات ته راغلې وې او هغه چې موسى او عيسى او نورو پېغمبرانو ته د هغو د پالونكي له لوري وركول شوې وې،موږ د دوى د يوه ترمنځ هم توپير نه كوو او يوازې خداى ته تسليم يو،(او نژادي توپيرونه او شخصي هيلې ددې لاملېداى نشي،چې ځينې لارښوونې ومنو  او ځينې پرېږدو).))

((أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَـقَ وَيَعْقُوبَ وَالأسْبَاطَ كَانُواْ هُودًا أَوْ نَصَارَى قُلْ أَأَنتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللّهُ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَتَمَ شَهَادَةً عِندَهُ مِنَ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ [345]= يا ستاسې د كتابيانو وينا داده : (( ابراهيم او اسماعيل او اسحاق او د يعقوب ( دولس ګونى) ځوځات ټول يهوديان يا نصرانيان وو!)) ورته ووايه :((تاسې ښه پوهېږئ كه خداى؟!)) (كه څه هم ښه پوهېږئ،چې هغوى نه يهوديان او نه نصرانيان وو؛نو ولې حقيقت پټوئ) تر هغه به بل لوى ظالم څوك وي،چې خداى ورته د يوې شاهدۍ ذمه واري ور تر غاړې كړې وي (؛خو) پټه يې كړي ؟ او خداى ستاسې له كړنو ناخبره نه دى.))

((قُلْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ [346]= ووايه : (( پر خدا ى مو ايمان راوړى دى او پر هغو ښوونو (هم) چې  پر موږ، ابراهيم ،اسمعيل،اسحق،يعقوب او د يعقوب پر ځوځات نازلې شوې وې او پر هغو لارښوونو هم ايمان لرو،چې موسى،عيسى او(نورو) استازيو ته د هغو د پالونكي له لوري وركړاى شوي دي، موږ د هغوى د هيڅ يوه ترمنځ  توپير نه کوو او (فرمان) ته يې تسليم يو.))

((إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِن بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإْسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا [347]=په رښتيا موږ تاته هماغه وحې کړې ده؛لكه څنګه چې نوح او تر هغه وروسته پېغمبرانو ته مو کړې وه او (همداراز) موږ ابراهيم،اسماعيل،اسحاق،يعقوب او اسباط[=بني اسرائيل] او عيسى او ايوب او يونس او هارون او سليمان ته وحې کړې وه او موږ داوود ته زبور وركړ.))

نو ځکه رسول اکرم چې د امام حسن او حسين په باب د “الاسباط” کلېمه کار ولې نو “الف و لام” يې هغه دى چې مسلمانان له دې ايتونو په خپل ذهن او ياد کې ولري او چې رسول اکرم يې په حق کې څه ويلي، هماغه دي چې د هغوى د پلار په باب يې ويلي دي چې: “هغه رسول الله ته داسې و لکه هارون چې موسى ته و” او موسى ته د هارون مقام، خداى تعالى  د موسى له خولې داسې شرح کوي:

((  قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي. وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي .وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي .يَفْقَهُوا قَوْلِي .وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي . هَارُونَ أَخِي . اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي .وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي .كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا .وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا .إِنَّكَ كُنتَ بِنَا بَصِيرًا .قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَى[348] = (موسى) وويل :(( پالونكيه!سينه مې پراخه كړه؛ او كار مې راته  اسانه كړې ؛او له ژبې مې غوټه پرانځه؛چې  زما په خبرو پوه شي او له كورنۍ مې راته يو وزير(مرستيال) وټاكه؛هارون،چې ز ما ورور دى . ملا مې پرې ټينګه كړه؛ او په كار كې يې راسره برخوال كړه؛چې ډېره پاکي دې ووايو؛او ډېر دې ياد كړو؛ ځكه ته تل زموږ د حالاتو څارونکى يې.)) (خداى) وويل : ((موسى! په يقين غوښتنې دې دركړل شوې . ))

او هم يې ويلي:

((وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ . قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا أَنتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ[349] =   او زما د ورور هارون ژبه ترما ښه روانه ده؛نو ته هغه راسره مرستيال ولېږه،چې ما تاييد كړي؛[ځكه] وېرېږم چې ما به دروغجن وګڼي .)) ويې ويل : (( ژر به ستا مټ ستا په ورور ټينګ (او پياوړى)كړو او تاسې دواړو ته به برلاسي در پر برخه كړو او زموږ د نښو په بركت به تاسې ته هېڅ زيان و نه رسولاى شي،تاسې او ستاسې لارويان بريالي دي .))

او هم يې ويلي:

((وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلاَثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى لأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلاَ تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ [350]=  او موږ له موسى سره د دېرشو شپو وعده ايښې وه، بيا مو پر هغې لس شپې (نورې) پوره كړې او په دې توګه له هغه سره د خپل پالونكي ټاكلې موده پوره څلوېښت شپې شوه  او موسى (د تلو پر وخت) خپل ورور هارون ته وويل :(( ته مې په قوم كې زما ځايناستى وسه او(چارې يې) سمې کړه او د ورانکارو پر لار مه ځه .))

او ويلي يې دي:

 ((وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَا مَعَهُ أَخَاهُ هَارُونَ وَزِيرًا  [351] =  او په يقين،چې موږ موسى ته (اسماني) كتاب وركړى و او ورور مو يې هارون د هغه مرستيال كړ))

((ثُمَّ أَرْسَلْنَا مُوسَى وَأَخَاهُ هَارُونَ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ [352]=  بيا مو موسى او ورور يې هارون له خپلو آيتونو او څرګند دليل سره ولېږل ))

خداى تعالى په دې آيتونو کې د هارون د موسى مرستندوى او په نبوت کې يې وزير او برخوال کړى دى او موسى هم هغه په خپل قوم کې خپل ځايناستى کړى و. او دا چې خاتم الانبياء په ډاگه ويلي چې “علي ورته داسې دى لکه هارون چې موسى ته و” او يوازې نبوت يې ترې استثنا کړى دى، او هغه هم په دې علت چې تر حضرت وروسته به بل پېغمبر نه وي؛ نو څه چې علي ته پاتې کېږي؛ د پېغمبر ملاتړ او د پېغمبر په زمانه کې ورسره الهي احکاموو تبليغ په چارو کې گډون او تر رسول اکرم وروسته په امت کې يې خليفه او ځايناستى او تبليغ د روندپټي پر اوږد کول دي.

همدغسې دوه زامنو “حسن او حسين” ته يې چې په دې امت کې “اسباط” په مقام دي او چې څه هغوى ته و، دوى ته هم ثابت دى؛ خو بې د نبوت له مقامه، چې تر رسول اکرم وروسته به بل پېغمبر نه وي؛ خو، خداى له لوري د الهي احکامو د تبليغ مسووليت به ور تر غاړې وي.

د امام حسين وګړه

 (لومړى)  د پېغمبر صلى الله عليه و آله زوى :

 رسول اكرم ويلي:

 (الف). دواړه زامن، (حسن او حسين) مې د دنيا دوه بوينې غونچې دي.

 (ب). دا دواړه، زما او زما د لور زامن دي،خدايه! دوى او مينوال يې ښه وګڼه.

 (ج). حسين زما څخه دى او زه له حسينه يم، خدايه! د چاچې حسين خوښېږي؛ نو ته يې ښه وګڼه .

(د). هر اولاد له خپله پلار نسب وړي؛ خو بې د فاطمې له اولاده، چې زه يې پلار يم. [353]

(حلية الاولياء :درېم ټوک،٢٠١ مخ) په خپل سند له جابر نه روايتوي : رسول الله (ص) حضرت علي ته وويل : سلام دې پر تا وي اى زما د دوو ګلانو پلار؛ستا ځان او زما د دوو ګلانو ځان؛ځکه ژر به دې دوه رکنه راونړېږي او خداى پر تا زما ځايناستى دى –يعنې خداى ته دې سپارم – او د خداى رسول،چې له دنيا ولاړ، حضرت علي وويل : دا مې يو له دوو رکنو ځنې و،چې ونړېد او فاطمه،چې له دنيا ولاړه؛نو و يې ويل : دا مې دويم رکن و،چې ونړېد .

(خصايص نسايې :٣٧ مخ ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي : ډېرى به پېښېدل،چې کله به د خداى رسول ته ورغلو؛نو حسنين به يې پر خېټه لوغړېدل او آنحضرت وايي : دا مې له دې امته دوه ګلان دي .

(کنزالعمال:شپږم ټوک،٢٢٠ مخ او اووم ټوک،١٠٩،١١٠ مخ او شپږم ټوک،٢٢١ مخ)، (کنوزالحقايق :١٦٥ مخ) (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨١ مخ) ، (مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٦٥مخ)  او (رياض النضره :دويم ټوک،٢٣٢ مخ) په دې باب راويتونو رانقل کړي دي،چې موږ يې په يوازې په وروستي بسياينه کوو :

(رياض النضره :دويم ټوک،٢٣٢ مخ) له حضرت اسماء بنت عميس نه د رسول اکرم له لور فاطمې روايتوي،چې رسول الله مې کور ته راغى،و يې پوښتل : زامن مې چېرته دي ؟ -يعنې حسن او حسين –ورته مې وويل : نن مو په کور کې خواړه نه درلودل ،علي وويل،چې له کوره يې بهر وړم، چې د خوړو په باب دې په ژړا و نه کړوي. رسول اکرم،چې دا واورېدل؛نو د علي په لټه کې بهر شو او د پلاني يهودي په پټيو کې يې وموند،چې مخې ته يو څو دانې کجورې پاتې وې؛رسول اکرم علي ته وويل : د هوا تر ګرمېدو د مخه ماشومان کور ته نه وړې ؟ تر دې چې رسول اکرم يو ماشوم او علي بل ماشوم په غېږ کې ونيو او کور ته راغلل . په دې اړه د يهودي لپاره د حضرت د اوبو د بوکې د راايستو مفصل حديث تېر شو .

(ذخاير العقبى :١٣٠ مخ) له حضرت ابن عباس نه روايتوي :يوه ورځ د خداى له استازي سره وو،چې فاطمه په ژړا راغله،رسول الله ورته وويل : پلار دې در ځار ! ولې ژاړې ؟ ورته يې وويل : حسن او حسين له کوره ووتل او نه پوهېږم،چې شپه به چېرته تېروي .و يې ويل : مه ژاړه،چې د هغوى خالق يې تر موږ پرې خورا لوراند دى او بيا يې خپل لاسونه پورته کړل، و يې ويل :پالونکيه ! دواړه روغ رمټ وساتې ! ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې جبراييل راغى، و يې ويل : محمده ! مه  ژاړه،چې زامن دې د بني النجار د بڼ مخې ته ويده دي او خداى يې ساتلو ته يوه پرښته ګومارلې ده ،رسول اکرم له اصحابو سره راووت،چې د بني النجار بڼ ته راورسېد،و يې ليدل،چې دې دوو ماشومانو يو بل ته په ورمېږ کې لاسونه ايښي او ويده دي او د خداى له لوري ګومارل شوې پرښتې ترې خپل يو وزر لاندې کړى او بل يې ورته سيورى کړى دى،رسول اکرم پرې بېواکه ځان ورواچاوه او ښکل يې کړل،چې ماشومان راويښ شول او بيا يې حسن په په ښۍ اوږه او حسين يې په کيڼه اوږه کېناوه  او روان شو .په لار کې ورته حضرت ابوبکر مخې ته راغى،و يې ويل : رسول الله ! يو ماشوم ما ته راکړئ !و يې ويل :نه ! دا دوه زامن مې ښه اوښ لري او دا دوه زامن يې ښه سپرلۍ دي او پلار يې تر دې دوو غوره دى، تر دې چې جومات ته راورسېدل،رسول الله ولاړ و او ماشومان يې پر اوږو وو .

په داسې حال کې يې ټول مسلمانانو ته مخه کړه، و يې ويل : غواړئ،چې د پلار نيکه له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ ټولو وويل : هو ! همدا حسن او حسين،چې نيکه يې د رسولانو خاتم او نيا يې خديجه د خويلد لور ده،چې د جنت د ښځو اغلې ده  او ايا غواړئ،چې د تره او ترور (عمه) له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ خلکو وويل : هو ! بيا هم همدا حسن او حسين دي،چې تره يې جعفر او ترور يې ام هاني ده

خلکو !غواړئ،چې د ترور (خاله) او  ماما له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ ورته وويل شول : هو ! و يې ويل : بيا هم همدا حسن او حسين  دي؛ځکه ماما يې قاسم د خداى د استازي زوى او خاله يې زينب د خداى د رسول لور ده،بيا يې وويل : خداى پوهېږي،چې حسن او حسين،ترونه او عمه ګانې او دوستان يې په جنت کې او دښمنان يې په اور کې دي .

(هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٢ مخ) او (کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٧ مخ) هم دې ورته کيسه راوړې ده .

(ذخائر القبى :١٣٠ او ١٣٢ مخونه) ،(هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٢ مخ) او  (متقي؛کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٨ مخ) له رامهرمزي د امثال په کتاب کې او ابن عساکر او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٨١ مخ کې له حضرت عمر بن خطاب او کنزالعمال د اووم ټوک په ١٠٦ مخ کې (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٢ مخ) ،(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٧٠ مخ)، (اسدالغابه ،دويم ټوک،١٢ مخ)، (کنزالعمال :١٠٤ مخ او د هغه د وينا له مخې) ، (ابن عساکر او همداراز ترمذي؛صحيح : دويم ټوک،٣٠٨ مخ) او (ذخائر العقبى :١٣١ مخ) په دې باب راويتونه راوړي دي،چې راويانو يې ويلي دي،چې و مو ليدل،چې رسول الله (ص) حسنين پر خپلو اوږو سپاره کړي وو او د (هيثمي؛نهم ټوک،١٨١) مخ د روايت له مخې،حضرت عمر وايي : ما وويل : څومره ښه اوښ لرئ . رسول الله (ص) وويل :زه څومره ښه سپاره لرم .

(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٦٧ مخ) په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي :له رسول الله (ص) سره مو د ماسخوتن لمونځ کاوه؛سجدې ته به چې تله؛نو حسن او حسين به يې پر شا سپرېدل او چې راپورته کېده به نو؛هغه دواړه به يې ارام په ځمکه ايښوول او بيا به جګېده او دا چار  په ټولو سجدو کې و. د لمانځه په پاى کې مې ورته وويل : رسول الله اجازه راکوئ،چې  دا ماشومان يې مور ته بوځم ؟ و يې ويل : نه ! ناڅاپه مې وليدل،چې برښنا راښکاره شوه او د خداى رسول وويل : ځئ ! مور ته ولاړ  شئ او برښنا يې مخه روښانه کړې وه،چې کور ته ورسېدل . (دا حديث صحيح سند لري)

 ( د بغداد تاريخ : لومړى ټوک،٣١٦ مخ ) په خپل سند له منصور عباسي له عبدالله بن عباس روايتوي،چې وايي :زه او پلار مې عباس بن عبدالمطلب له پېغمبر سره ناست وو،چې  علي بن ابيطالب راننووت او سلام يې واچاوه؛رسول اکرم يې د سلام ځواب په خوشحالۍ او ورين تندي ورکړ،ورپاڅېد او ورسره يې ستړي مه شي وکړل او د دوو سترګو په منځ کې يې موچې کړ او خپل ښي لور ته يې کېناوه . عباس ورته وويل : رسول الله ! دا درباندې ډېر ګران دى ؟ رسول اکرم وويل : ((د رسول اکرم کاکا ! پر خداى چې تر ما پر خداى ډېر ګران دى ! خداى د هر پېغمبر صلب په خپل صلب کې ايـښې وي او زما د ځوځات صلب يې په علي کې ايښې دى . ))

دا عبارت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٨ مخ کې راوړى او ابوالخير حاکمي ته يې نسبت ورکړى دى او د دويم ټوک په ٢١٣ مخ کې يې هم راوړى او ابي  الخير قزوىني ته يې نسبت ورکړى، ابن حجر هم د صواعق په ٩٣ مخ کې نقل کړى او ابي  الخير حاکمي او صاحب ( کنوز المطالب فى بنى ابيطالب ) ته يې نسبت ورکړى او ويلي يې دي : دويمي _؛يعنې د کنوزالمطالب د کتاب خاوند _دا زياتونه هم راوړى،چې قيامت شي؛نو هر چا ته به د مور په نوم غږ کېږي، چې بې پته نشي؛ځکه کېداى شي پلار يې هغه نه وي،چې خلک يې پرې پېژني_خو داچې _ علي بن ابيطالب او ځوځات يې _ چې د پلارونو نومونه به يې اخستل کېږي؛ځکه  زوکړه يې له حلالې بسترې او سمه ده.

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٧٢ مخ ) هم پورتنى عبارت له جابر بن عبدالله څخه او د کنزالعمال خاوند د شپږم ټوک په ١٥٢ مخ کې او مناوي د فيض القدير د دويم ټوک په ٢٢٣ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ٧٤ مخ کې له جابر او خطيب له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

(دويم)  پېغمبر اکرم ته خورا ګران و

 پېغمبراكرم (ص) په خپله كورنۍ كې  له امام حسين سره ځانګړې مينه درلوده، له روڼي نه تر وروستي وخته پورې، چې آنحضرت د امام حسين په باب څه ويناوې او كړه وړه كړي، ټولې يې له خپل زوى سره د د مينې ښووونكې دي.

 البته څرګنده ده، چې په دومره مينه مازې د پلارولۍ او زويولۍ په پولو كې نه وه؛ځكه پېغمبر اکرم الهي شخصيت و او په ټولو چارو كې منځلارى و؛بلكې  موخه يې دا وه، چې پر مينې سربېره د “اسلامي امت” پام د حسين ستر شخصيت ته کړي .

 پېغمبراكرم غوښتل په خپلو ويناوو او كړنو حسين د مشر او لارښود (امام) په توګه وښيي.

 د بېلګې په توګه :

 1_ پېغمبر اکرم له وړوكتوبه حسين په غېږ كې نيوه،ورسره يې مينه كوله شونډې يې ورته ښکلولې .[354] 

  2) هغه او ورور يې له ځانه سره پر  سپرلۍ سپرول . [355]

  3_ حسين او حسن يې تل څارل او د ساتنې لپاره يې ورته تعويذ ليكه.[356]

  4_ په لمانځه كې به د آنحضرت پر شا سپرېدل، آنحضرت به په احتياط سره نيول او پر ځمكه يې كېنول او يا يې په غېږ كې نيول.[357]

  5_ يعلي بن مره رضى الله عنه ويلي:

 له پېغمبر اكرم سره د يوې مېلمستيا لپاره ووتو،ناڅاپه يې پر حسين سترګې ولګېدې،چې په كوڅه كې يې له وړو سره لوبې كولې،پېغمبراکرم ورمخكې شو او غېږ يې ورته خلاصه كړه، حسين به هاخوا دېخوا تله او پېغمبر اکرم ورته لار نيوه،چې يې ونيو؛يو لاس يې د حسين تر تخرګ  لاندې او بل يې ورته پر سر كېښود او ښکل يې كړ،ويې ويل:   “حسين زما څخه دى او زه له حسينه، خدايه د چا چې حسين ښه ايسي؛ ته يې هم ښه وګڼه،حسين مې يوازېنى لمسى دى “

 او د بل روايت په وروستۍ برخه كې راغلي: “حسين د پېغمبرانو د زامنو يو زوى دى”[358]

  6_ پېغمبر اکرم حسنينو ته داسې دعا كړې : “خدايه دا دواړه مې ښه ايسي، ته هم دا دواړه او مينوال يې ښه وګڼه”[359]

 7_ حضرت اسامه رضى الله عنه ويلي:

د څه اړتيا له امله مې يوه شپه د رسول اكرم ور ټك ټك كړ، چې راووت؛ نو په غېږ كې يې رانغښتي څه نيولي وو،تر اړتيا پوره كولو وروسته مې وويل: په غېږ كې  مو څه دي؟ چې ښكاره يې كړل؛ نو “حسنين” وو، چې د پېغمبر پر اوږو پراته وو . بيا آنحضرت وويل : “دا دواړه  مې اولاد دي، خدايه دواړه مې ښه ايسي؛ ته يې هم ښه وګڼه او هم هغوى چې دا دواړه ښه ګڼي” [360]

  8_ پېغمبر اكرم وپوښتل شو : څوك درته په خپلې كورنۍ كې ډېر ګران  دى؟ و يې ويل: حسن او حسين، او فاطمې بي بي ته يې وويل : زامن مې راوله، چې رابه غلل؛ نو بويول يې او په غېږ كې يې نيول .[361]

  9_ ابو هريره رضى الله عنه ويلي: ليدل مې، چې پېغمبر اکرم به د حسين د خولې ولاړې د كجورو په څېر روولې .[362]

 10 _ يوه ورځ پېغمبر”ص” د فاطمې بي بي له وره تېرېده او د حسين ژړا يې واورېده ويې ويل : “نه پوهېږې، چې د حسين ژړامې ځوروي؟ “[363]

11 _ پېغمبراكرم به حسنين پر شا سپرول،ورته يې ويل: ښه  سپرلۍ لرئ او ښه سپرلۍ وسئ. [364]

  12 _ پېغمبراكرم ويلي: “د چا چې له ماسره مينه وي؛ نو زما له دې دوو وړو سره دې يې هم وي.”[365]

  13 _ يوه ورځ حسن او حسين د پېغمبراکرم خواته په منډو وو او تر يو بل مخكې كېدل او چې د پېغمبر اکرم غېږې ته ورسېدل؛ دواړه يې ښكل كړل،و يې ويل: “دا دواړه مې ښه ايسي، تاسې هم ورسره مينه ولرئ.” [366]

14 _ پېغمبر اكرم ويلي دي:  “د چا چې حسن اوحسين ښه ايسي؛نو زه به يې ښه اېسېږم  او څوك يې چې دښمن وګڼي؛ نو زه به يې دښمن ګڼلى يم.” [367]

 15_ پېغمبر اكرم ويلي دي:  “څوك چې ما،دا دواړه كوچنيان او د دوى مور او پلار ښه وګڼي؛نو د قيامت پر ورځ به له ماسره په يوه درجه كې وي.” [368]

 16 _ زيد بن ارقم رضى الله عنه د ابن زياد په مخ كې وويل: ليدلي مې دي، چې به حسن پر ښي ورون او حسين پر كيڼ كېنولي وو، لاسونه يې د هغوى پر سرونو کېښوول،ويې ويل: “خدايه زه دا دواړه ماشومان او د مؤمنانو ډېر وړ پلار يې درسپارم.” [369]

  17 _ پېغمبر اكرم وينا اوروله، چې حسن او حسين راښكاره شول، دوى به له ځمكې پورته كېدل او بېرته لوېدل، له منبره راكوز شو،و يې نيول اوله ځان سره يې كېنول، بيا يې وويل :  “په رښتيا چې حق تعالى ويلي، مالونه او اولادونه فتنه او د ازمېښت وسيلې دي، ما دا دواړه كوچنيان ليدل،چې منډې وهي اولوېدل؛نو صبر مې و نه شو، خبرې مې پرېښوولې، راغلم او دواړه مې له ځمكې راپورته كړل.”[370]

  18 _ پېغمبراكرم ، علي، فاطمې، حسن او حسين (عليهم السلام) ته وويل:

 ” څوك چې له تاسې سره پخلا وي؛نو زه هم ورسره پخلا يم او څوك چې له تاسې سره دښمن وي؛نو زه هم ورسره دښمن يم.”[371]

  (صحيح ترمذي :2ټوک،319 مخ ) له صبيح مولاى ام سلمه له زيد بن ارقم نه ،(ابن ماجه؛صحيح :14 مخ )، ( حاکم ؛مستدرک الصحيحين :3ټوک،149 مخ ) ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه :5 ټوک،523 مخ)، متقي ؛کنزالعمال:6ټوک،216 مخ  د نقل په توګه له صحيح ابن حيان نه او د 7ټوک په 102 مخ کې له ابن ابي  شيبه، ترمذي، ابن ماجه، ابن حيان ، طبراني، حاکم، ضياء مقدسي او همداراز محب طبري؛ذخاير: 25 مخ کې له ابو حاتم څخه او امام احمد حنبل ؛مسند:2ټوک،442 مخ کې پر خپل سند له ابوهريره او حاکم؛مستدرک: 149 مخ ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى )او خطيب بغدادي ؛تاريخ بغداد: 7ټوک، 136 مخ کې ټولو د خداى له استازي روايت کړى: ((  علي ،فاطمه ،حسن او حسين ته يې وويل : زه په جګړه کې يم له هغوى سره، چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي .))

( اسدالغابه:3ټوک،11 مخ ) پر خپل سند له صبيح مولاى ام سلمه  روايت کړى،چې ويلي يې دي: (( د رسول اکرم د کور د وره ترڅنګه ولاړ وم،چې علي ،فاطمه او حسنين د رسول اکرم کور ته ننووتل او په يو ځاى کې کېناستل؛نو پېغمبر اکرم ورغى او ورته يې وويل :پاڅېږئ او بيا يې پرې خيبري څادر واچاوه او ورته يې وويل : (( زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي.))

دا روايت هيثمي؛مجمع :9ټوک،169 مخ کې هم راړى او د طبراني د اوسط کتاب ته يې نسبت ورکړى دى .

(رياض النضره :2ټوک،199 مخ) وايي : له حضرت ابي بکر څخه روايت شوى، چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم مې په داسې حال کې  وليد، چې يوې عربي ليندۍ ته يې تکيه وهلې وه ( حکم يې وکړ، چې کېږدۍ ووهئ ) کېږدۍ يې ووهله او علي،فاطمه ،حسن او حسين يې کېږدۍ ته دننه کړل او بيا يې وويل : مسلمانانو ! زه به له هغوى سره په سوله کې يم، چې په دې  کېږدۍ کې له خلکو سره په سوله کې وي او له هغوى سره به په جګره کې يم،چې په کېږدۍ کې له خلکو سره به په جګړه کې وي  او د دوستاونو به يې دوست او د دښمنانو به يې دښمن يم  او يوازې هغوى به له دوى سره مينه کوي، چې سعيد الجدا (؛يعنې اعمال يې خداى منلي وي ) وي او د زوکړې بستره يې پاکه وي (؛يعنې حرامي نه وي ) او يوازې هغوى به يې دښمنان وي،چې شقي الجد وي (؛ يعنې يو عمل يې هم خداى نه وي قبول کړى )او زوکړه يې د ناپاکې بسترې وي .))

( ذخاير العقبى؛23 مخ) وايي : او له هغې _؛يعنې ام سلمه  _ روايت شوى،چې و يې ويل : (( پېغمبر اکرم له ما کره و ، سر يې په ګرېوان کې و، چې فاطمه له پخ شوې حريرې سره راغله او حسن او حسين يې هم له ځان سره راوړي ول؛ نو د خداى استازى وويل : مېړه دې چېرته دى ؟ ولاړه شه او رايې وړه . فاطمه ولاړه او علي يې راوړ؛ټولو حريره وخوړه  بيا رسول اکرم يو څادر راواخست او هغوى يې پکې راونغاړل او د څادر څنډې يې پر کيڼ لاس ونيوې او ښى لاس يې اسمان ته پورته کړ او ويې ويل : خدايه! دا زما اهلبيت دي، زما خپلوان او ځانګړي دي؛نو  خدايه! پليدي ترې لرې کړه  او هغسې،چې ته په خپله پوهېږې،تطهير يې کړه او  زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره،چې درسره په سوله کې وي .))

د ذخاير خاوند بيا وايي : د ا روايت قبابي په معجم کې هم راوړى دى .

(سيوطي په درالمنثور کې )د احزاب د سورت د تطهير په آيت کې وايي (ابن مردويه حضرت له ابي  سعيد خدري روايت کړى،چې ويلي يې دي: وروسته له دې،چې علي له فاطمې سره واده وکړ؛نو د خداى استازى به د څلويښت ورځو لپاره د هغوى کور ته ورتله او ورته به يې ويل : ((السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛ د خداى لمونځ رحمت دى ؛ انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا ) زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره،چې درسره په سوله کې وي .

 

 

 

 

خوشحاباباوايي :

   امامان يې د اولاد واړه برحق دي

                   ترمهدي پورې د واړو خدمتګار يم [372]

                                                       

مهدي د امام حسين له ځوځاته دى

په ذخاير العقبى کې له حضرت ابو ايوب انصاري روايتوي چې: “رسول الله وويل: ددې امت مهدي له ددې دواړو – حسن او حسين- زوکړه ده.” [373]

او هم په په ذخاير العقبى کې له حضرت حذيفه روايتوي چې: رسول الله وويل: ” که نړۍ يوازې يوه ورځ پاتې وي،  هغه ورځ غځېږي، چې خداى له ځوځاته مې يو سړى چې همنامى مې دى را پاڅوي.حضرت سلمان وويل: “له کوم يوه زوى دې!” حضرت وويل: “له دې زوى مې” او خپل لاس يې پر حسين وواهه”.

 

 

زه، علي ، جعفر، حمزه ، حسن، حسين او مهدي د جنتيانو سادات يو

  ( تاريخ بغداد : نهم ټوک،٤٣٤ مخ ) هم دې ورته يو بل روايت له حضرت انس بن مالک څخه رانقل کړى دى .

( امام احمد بن حنبل؛مسند : لومړى ټوک،١٠١ مخ ) په خپل سند له عبدالرحمان ارزق له حضرت علي روايتوي،چې وايي : پېغمبر اکرم راکره راغى او زه مې د خوب په ځاى کې ويده وم.حسين له پېغمبراکرم څخه اوبه وغوښتې . پېغمبر اکرم پاڅېد او هغه ګډه يې راولوشله،چې شيده يې لږ ول،چې شيده يې ډېر شو . حسن ورمخکې شو،چې ما ته راکړه؛خو رسول اکرم ورنه کړل او حسين ته يې ورکړل،چې فاطمې وپوښتل : ګواکې حسين درباندې ډېر ګران دى . پېغمبر اکرم وويل : داسې نه ده؛ خو حسين ترې مخکې تږى شوى و او بيا يې وويل : زه ، ته ، دا دوه او هغه چې ويده دي،د قيامت پر ورځ سره يو ځاى په يوه ځاى کې يو .

 دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٥٢٣ مخ کې رانقل کړى او همداراز ابن اثير دې ورته يو بل روايت هم حسن بن علي رانقل کړى دى .

دا روايت ( ابوداود طيالسي؛مسند : لومړى ټوک،٢٦ مخ ) ، ( متقي؛ کنزالعمال : اتم ټوک،١٠١ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ابويعلي او ابن ابي عاصم د ( السنه ) په کتاب کې ، طبراني د ( المتفق و المتفرق ) په کتاب کې، ابن نجار او خطيب بغدادي  او ( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک،١٦٩ مخ ) هم رانقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٦ مخ ) او همداراز د اووم ټوک :١٠٢ مخ او همداراز د شپږم ټوک :٢١٦ مخ او د اووم ټوک: ١٠٢ مخ او (هيثمي؛  مجمع : نهم ټوک :١٦٩ مخ ) هم په دې هکله روايتونه رانقل کړي دي .

(کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٦ مخ ) داسې وايي : خداى زه د ابراهيم خليل په څېر کړم او زما او د هغه ماڼۍ يو بل ته مخامخ دي او د ماڼۍ زما او ابراهيم د ماڼۍ په منځ کې ده او څومره بختور دى، دا حبيب، چې د دوو خليلانو تر منځ يې ماڼۍ ده .

 دا حديث حاکم په خپل تاريخ،بيهقي په (فضائل الصحابه ) ، ابن الجوزي له حذيفه ، (محب طبري؛رياض النضره : دويم ټوک،٢١١ مخ) او دې روايت ته ورته يو بل روايت کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٦ مخ کې هم رانقل کړى دى .

 

څوک چې له رسول اکرم، علي،  فاطمې، حسن او حسين سره مينه کوي ؛ نو د خداى له استازي سره به د هغه په درجه کې وي

(صحيح ترمذي :2ټوک:301 مخ ) پر خپل سند له حضرت علي روايت کړى دى، چې رسول اکرم  د حسن او حسين لاس نيولى و او خلکو ته يې وويل : (( څوک چې له دې دوو او ددې دوو له مور و پلار سره مينه وکړي؛نو د قيامت پر ورځ به  له ما او زما پر درجه وي.))

دا روايت عبد الله د احمد بن حنبل زوى د خپل پلار د مسند په اضافاتو کې (لومړى ټوک ؛77 مخ ) ،خطيب بغدادي ؛تاريخ:3ټوک،287 مخ ، ابن حجر عسقلاني؛ تهذيب التذيب :10 ټوک،430 مخ  کې رانقل کړى دى او عسقلاني ددې روايت تر رانقلولو وروسته ويلي دي : ابوعلي بن صواف له عبد الله بن احمد نه رانقل کړي، چې و يې ويل : چې کله دا روايت نصر بن علي حديث کړ؛نو متوکل حکم وکړ، چې هغه  1000 کوړې ووهئ ؛جعفر بن عبدالواحد يې واسطه شو او متوکل ته يې وويل :هغه شيعه نه دى؛بلکې سني دى او دا خبره يې دومره تکرار کړه،چې متوکل له خپل کاره لاس واخست .

دا روايت  متقي؛کنزالعمال :6ټوک،217 مخ او د 7ټوک په 102 مخ کې وايي :دا روايت طبراني له حضرت علي روايت کړى دى او بيا يې په 7ټوک کې ويلي : ترمذي،عبدالله بن احمد بن حنبل د خپل پلار د مسند په اضاافاتو کې،نظام الملک په امالي کې ،ابن النجار  او سعيد بن منصور هم دا روايت رانقل کړى دى؛خو کنزالعمال په دې عبارت راوړى دى : چاچې له دوى سره مينه وکړه؛نو له ماسره به يې مينه کړې وي او چاچې له دوى سره دښمني وکړه ؛نو راسره به يې دښمني کړې وي او په  اخر کې يې ويلي : دا حديث ابن عساکر له زيد بن ارقم څخه هم رانقل کړى دى .

د غزل بابا يې په وير کې وايي :

ولي دا د نبي ځان وو بياله ځانه ورته ګران وو
دايوه كړى وه پاتي په زنځير د شهادت كې
امامت كړه ور پوره په سلسله د رسالت كې
چى كوم سوال د پاك نبي د شهادت و هغه حل شو
د حسين له شهادته شهادت يې مكمل شو
دا چراغ زمونږ د پاره د قيامته پورى بل شو
هر منكر ته د حمزه په مخكې دا دليل اول شو
شهادت د حسنينو ځكه و د نبي عين
پورته تن يې د حسن و، ښكته تن يې د حسين

امام حسين عليه السلام

د اصحابو (رضي الله عنهم ) له نظره

 (الف): عبيد بن حُنين رضى الله عنه وايي: حسين بن علي (رضى الله عنهما) راته وويل: يوه ورځ دويم خليفه رضى الله عنه پر منبر وينا كوله، ورغلم او منبر ته وختم،ورته مې وويل: د پلار له منبره مې راكوز شه او د خپل پلار منبر ته دې ولاړ شه ! دويم خليفه”رض” وويل: د پلار مې منبر نشته . بيا يې زه ونيوم او په څنګ كې يې كېنولم او ما پر ګاټو لوبې كولې او چې راكوز شوم؛كور ته يې بوتلم،و يې وويل: دا خبره درته چا ښوولې؟ ومې ويل: پر خداى قسم هېچا راته نه ده ښوولې، ويې ويل:  زويه ښه دى،چې د ورځې سر راښكاره كوې.

 يوه ورځ ورغلم او له معاويه بن ابي سفيان سره يې غونډه وه اوابن عمر رضى الله عنه هم وره ته ولاړ و او چې هغه راستون شو؛نو زه هم راوګرځېدم،څه موده وروسته دويم خليفه وليدم،راته يې ويل : ولې رانغلې، چې ليدلاى مې واى؟

 ورته مې وويل:اميرالمؤمنينه! راغلم او تاسې له معاويه سره خبرې كولې زوى دې هم درته ولاړ و، دواړه بېرته راوګرځېدو، راته يې وويل: “ته خو مې تر زويه غوره يې او دا د سر وېښتان مې د خداى په ځواک او ستاسې له بركته راشنه شوي دي.[374](؛يعنې دا درناوى او لويي مو ستاسې له بركته ده)

  (ب ) _ عبدالله بن عباس رضى الله عنه چې ستر صحابي او د ستر شخصيت خاوند و د حسن او حسين لپاره به يې ركاب نيوه او په ډېرې وياړنې به يې د هغوى پر اوږو جامې جوړولې او چا به چې پرې نيوكه كوله؛ نو ورته به يې ويل:   ” ناپوهه! پوهېږې دا څوك دي؟ دا د پېغمبر زامن دي ……..” [375]

  (ج) _حسنينو به چې له كعبې طواف كاوه؛ نو خلكو به پرې د تبرك او سلام لپاره راټولېدل تردې، چې تر پښو لاندې شي. [376]

(د) _ د مدينې منورې په جومات كې يوه  ډله ناسته وه، چې حضرت عبدالله رضي الله عنه هم پكې و،حسين ورباندې سلام واچاوه، هغوى ځواب وركړ؛خو عبدالله رضى الله عنه راپورته شو او د حسين خواته ولاړ او په لوړ غږ يې د سلام ځواب وركړ او بيا يې ډلې ته  مخه كړه، ويې ويل : غواړئ د اسمانوالو له نظره د ځمكې ډېر غوره او محبوب وګړى دروښيم؟

 ډلې وويل: هو!

 عبدالله رضى الله عنه، امام حسين (عليه السلام) ته اشاره وكړه،و يې ويل: همدا بزرګوار چې پر لار روان دى.[377]

  (ه) _ تاريخپوهان وايي: امام حسين د يوې جنازې په مراسمو كې ګوښې ناست و، حضرت ابوهريره رضى الله عنه رامخكې شو او په خپلو جامو يې د امام حسين له څپليو خاورې لرې كولې .

 امام حسين رضى الله عنه وويل: دا څه كوئ؟

حضرت ابوهريره رضى الله عنه وويل: نيوكې راباندې مه كوئ! پر خداى قسم،زه چې ستاسې په باب پوهېږم،كه چېرې خلك پرې پوه شي؛ نو پر اوږو به مو وګرځوي.[378]

امام حسين د خپلو كينه كښو تربورانو له نظره

 يزيد د مدينې منورې والي (وليد) ته په ليك كې د امام حسين د وژنې حكم كړى و او د ډول ډول غوړې ژمنې يې هم ورسره كړې وې، وليد چې ليك ولوست “ولاحول” يې وويله او زياته يې كړه:

 كه يزيد ټوله دنيا او راز راز نعمتونه هم راوبښى؛خو د پېغمبر د زوى په وينو به مې لاسونه ككړ نشي او نور چې هر څه كېږي.[379]

مروان،چې وليد ته د امام حسين”رض” د وژنې وړانديز وكړ؛ نو ورته يې وويل: پر تادې افسوس وي، ته ما د پېغمبر د لور فاطمې د زوى وژنې ته هڅوې،پر خداى قسم ! د چا چې د حسين په وينو لاسونه ككړ وي، د قيامت پر ورځ به يې د لوى خداى پر وړاندې د  کړنو تله سپكه وي. [380]

 او په بل روايت كې : پر خداى قسم! ښه مې نه ايسي،چې ټوله دنيا زما وي؛خو لاسونه مې د حسين په وينو ككړ وي. [381]  مروان ورته وويل: وېرېږم،چې  يزيد ته به دې مقام راټيټ شي. وليد وويل: قرار كېنه! پر تا دې افسوس وي، له دې خبرو تېر شه!د فاطمې بي بي د زوى په باب سمې خبرې كوه،چې هغه د پېغمبرانو د زامنو پاتې شونى دى. [382]  وليد،چې خبر شو امام حسين عراق ته ځي؛نو ابن زياد ته يې ليك ولېږه،چې حسين بن علي عراق ته درځي، هغه د فاطمه بتول (له حيض او نفاسه پاكه) زوى دى او فاطمه د پېغمبر لور ده. ابن زياده! له دې وډار شه،چې ورسره ناوړه چلن وكړې او پايله يې درته په دنيا كې ننګ و عار شي،چې بيا به يې هېڅ څيز جبيره كولاى نشي او د دنيا تر پايه به د هرچا په خوله كې وي.[383]

  د امام تر شهادت وروسته، د عبيدالله مور؛ “مرجان” خپل زوى ته وويل: پليده! د پېغمبر د لور زوى دې وواژه! پر خداى قسم، هېڅكله به د جنت مخه ونه وينې. [384]

  حميد بن مسلم وايي: د كربلا تر پېښې وروسته، د پخوانۍ دوستۍ له مخې، له عمر بن سعد كره ولاړم او له حالاتو مې وپوښتل، ويې ويل: كورته ډېر بد راستون شوى يم، د خپلوۍ اړيكې مې پرېكړې او ستره ګناه مې كړې. [385]

  سنان بن انس (د يوه روايت له مخې، د امام حسين سر يې له تنې بېل كړى و) د عمر سعد کېږدۍ ته ولاړ،چې جايزه واخلي او دا شعر يې ووايه:

بوجۍ مې له سرو سپينو ډكه كړه، چې ستر پاچا مې وژلى ! داسې، چې د كورني نسب، موروپلار له اړخه خورا غوره و.[386]

  د ابوسفيان زوى معاويه يوه قريشي ته وويل:

 جومات ته چې ننووتې او و دې لېدل،چې يوه كړۍ ناسته ده، چې يو مخې چوپ ده او ځان نه خوروي،ګومان به كوې، چې مرغان يې پر سرونو ناست دي؛نو پوه شه،چې هلته به ابو عبدالله حسين ناست وي او نښه يې داده،چې لستوڼي به يې بډ وهلي وي (او هغوى به دامام حسين له دبدبې او هيبته ارام ناست وي). [387]

لمسى د نيکه ترڅنګه

 پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله ويلي: په جنت كې د”وسيلې” په نامه يوه درجه شته؛نو له خدايه د وسيلې مقام وغواړئ . وپوښتل شو : په دې مقام كې درسره څوك دي؟ ورته يې وويل: علي، فاطمه، حسين او حسن.[388]

  همداراز ويلي يې دي: فاطمې! زه او ته او دا ويده (علي) حسن او  حسين به په قيامت كې يو ځاى يو. [389]

  پېغمبر اكرم ويلي دي : زه، علي، فاطمه، حسن او حسين به تر عرش لاندې په يوه ګومبزه كې يو. [390]

 پېغمبر اكرم، علي(ك) ته وويل: زه به لومړى تن يم،چې جنت ته به ننوزم او ته، فاطمه، حسن او حسين به راسره يو ځاى وسئ . ورته وويل شو:  زموږ مينوال او دوستان به څنګه؟  ويې ويل: په تاسې پسې به درځي.[391]

د غزل بابا ويلي دي :

چې هر څوك د پنجتن نه لري ياري
مرګ  د روح يې دى له دغې بيماري
د كور خلق برابر د پردو نه وي
زه اول يم پنج تني بيا چار ياري
چې احمد علي زهرا حسين واړه
اولى نه ګڼي عبث كوي خواري
پس د دوي نه مې پسند واړه اصحاب دي
چې لري په تابعينو سرداري
زه حمزه د بو تراب د در تراب يم
چې يې قيض تر قيامته دى جاري

خوشحابابا وايي:

                        چې دوستي يې د سيد نه وي په زړۀ کې

                        د هغو سړيو تل خاورې په ســـــــــر  وي

جنتي ښاغلي

 پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله ويلي: ((  حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي.))[392]

  او په ځينو رواياتو كې يې زياته كړې : او پلاريې تر دواړو غوره دى .

 او ويلي يې دي: د چا چې دا ښه ايسي،چې د جنتي ځوانانو ښاغلي وويني؛ نو (حسين) ته دې وګوري. [393]

د امت د مهدي پلار

 پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله ويلي: كه د نړۍ يوه ورځ هم پاتې وي؛ نو خداى پاك به دا ورځ اوږده كړي،چې زما له ځوځاته يو څوك (چې زما همنام به وي) راپورته كړي (چې ځمكه به له عدل او انصافه ډكه كړي).

دحافظ الپوري (ديوان 59 مخ) وايې:

د عادل مهدي په عدل به بدل شي _مخ د ځمكې درست له ظلمه پيمانه

 سلمان رضى الله عنه وويل: دابه ستا دكوم زوى له ځوځاته وي؟

 پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله د حسين پر سر لاس كېښود او ورته يې وويل: ددې له نسله. [394]

  سلمانرضى الله عنه وايي: پېغمبر اكرم ته ورغلم، حسين يې پر زنګانه ناست و او آنحضرت به يې خوله ښکولوله،ويې ويل: 

 ته ښاغلى، د ښاغلي زوى او د ښاغليو پلار يې، ته امام د امام زوى او د امامانو پلار يې، ته حجت د حجت زوى او د نهه ګونو حججو پلار يې، چې ستا له ځوځاته به وي او نهم به يې قائم وي.[395]

 حضرت جابر بن عبدالله انصاري رضى الله عنه ويلي دي : پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله په عرفات كې و او علي ورته مخامخ ناست و، پېغمبر اکرم ما او علي ته اشاره وكړه،چې نژدې راشئ، موږ ورنژدې شو،و يې ويل: علي رانژدې شه ! او لاس دې زما پر لاس كېده، بيا يې وويل: علي !  زه او ته له يوې ونې يو، زه د ونې بېخ او ته يې ډډ يې، حسن او حسين يې څانګې دي؛ نو هر څوك چې د ونې پر يو ښاخ ونښلي،خداى به يې جنت ته ننباسي. [396]

د غزل بابا وايي :

ادم د پاره و ، په دعا کې اثر علي
كنعان د پير اميد ، دليمو نظر علي
قرآن اذا تلها تري ايت كړلو ګواه
حضرت نبي شو نمر دهدى او قمر علي
سلمان و ، كه بوذر و ، كه مقداد و ، كه عمار
هر يو زمونږه تاج و ، ددوي تاج د سر علي
د زړو نو كه پرسان كړي كه پرسان كړي له ليمو
موجود يى دى درون کې هم دى بهر علي
حمزه نامه يې اخله چى شي زور د ماسوا
يرغل ته داو هامو كړى پيدا خطر علي
په دعا کې د ادم اثر علي دى
په ليمه کې د يعقوب نظر علي دى
د اذا تلها څه نوري تفسير شته
نمر د علم محمد قمر علي دى
الف لام كه مبتدى ميم يې خبر وي
ميم د هر څه مبتدى خبرعلي دى
چى يې ستر ګى د نبي په مخ پرانستى
په تير و د ضلالت سحر علي دى
ستا با طن ظاهر په دواړه حمزه ښه شي
بى نوا په خوي نبي په بر علي دى
ګويا يو موج دى د قدرت په سيند کې زور دعلي
زړه د الحاد د بړبوكو چولى شور د علي
ورور د علي و د نبي د نبي كور د علي
كور د علي و ، د نبي د نبي كور د علي
نامه د خداى  چى شوه نامه د علي نام خدا
ځكه نشان شولو سوا د حد نه خور دعلي
پرانيزه سترګي څه پرسان د مرتبو يې كوي
باغ د اسلم دى په رنګ رنګ ګلو سمسور د علي
چې په شكم کې د مادر يې هدايت كولو
و ما سوى ته احتياج ګڼه پېغور د علي
څوك يې چى غم د قرزندانو كاندي غم يې څه دى
دى چى محبوب د كبريا غوندى غم خور د علي
چى غوره شوى دكوثر د اوبو ويش لره و
په مصيبت د صبر جام نه شو نسكور د علي
راشه جوهر د قربانى كړه راپهزړه د حسين
سړيتوب په ايېنه باندى دى پور د علي
حمزه نظر به وي پرى تل چى بى نواليمه وي
اوشوي ككى دي چى ككى دي ځي په تور د علي

چى مخلص په محبت کې د علي يم
زه هر څوكه ګناګاريمه ولي يم
لا به ماپه خوب کې شو ى نه يم ازيې يم
داد هغى پاكى مينى بركت دى
چى دښمن د خارجي او درغلي يم
دا چى څه زما د خولى نه اوريده شي
هم ددى په څير په زړه باندى جلي يم
شوه سر سبزهيى هستي له بو ترابه
ددانى نه رسيدلى تر پلي يم
هر قدم د تخيل مي حي دفعت ته
فخر علم  ته چى خاورى د تلي يم
دا علمون هظاهر ي د ي ټولهډونه
باب د علم روږ دى كړىپه نلي يم
كربلا شى ما حمزه ته چى دانه وي
د حسين د ذكر فكر عملي يم

د امام حسين اخلاق (خويونه )

 حسين په “نبوي كورنۍ” كې زېږېدلى او د پېغمبرصلى الله عليه و آله تر څارنې د علي او فاطمې بي بي په غېږ كې روزل شوى، چې ټول لوړ انساني ارزښتونه او روحاني كرامتونه پكې راټول شوي دي،پخپله وايي:

 “په نيكو خويونو او لوړ همت كې تر ټولو ړومبى يم، ناپوهان غواړي رڼا مې تته او مړه كړي؛ خو خداى پاك يې بله ساتي”

 اوس مو د حسين عليه السلام ځينو روحي او اخلاقي ځانګړنو او فضايلو ته پام را اړوو: 

1-  ايمان او  پرېکندتوب :

 هر لار يو مشر لري او د لارې پر موخو د مشر ايمان د حركت اساس او بنسټ دى،چې د لارې د پرمختګ او بريا مهم لامل ګڼل كېږي. د چا چې پر تلونكې  لار ايمان ټينګ وي؛نو د سپېڅليو موخو پلي کېدو ته يې هر ډول نادودې زغمي او له صبر او زغمه كار اخلي.

 امام حسين د عاشورا په ديني،عرفاني، سياسي او ټولنيز خوځښت كې د خپلې لارې پر رښتينولۍ باوري و؛نو ځكه په پوره پوهه او علم يې د خداى په لار كې  خپل خوځښت ته دوام وركړ او شهادت يې غوره كړ.

 د غزل بابا وايي :

اووى ورته دوى مونږه خبر يو هر چې ته وايې
ښه وايې كه بد وايې خو اووايه چې څه وايې
ته چې د يزيد په خو ښه نه وايې ښه نه وايې 
هر څو كه سم سم وايې خو مونږ وايو كاږه وايې
يا خو د يزيد د بيعت جغ وته ګردن نيسه
يا زمونږه غشو نېزو تورو ته دې تن نيسه
پوهه شو امام چې دوي به نرم په حجت نه شي
توره چې كوم كار كوي هغه په نصيحت نه شي
كار چې شي په زهرو هغه چرې په شربت نه شي
جوړ به په دې وخت کې بې د جنګه څه صورت نه شي
لا خو وه په فكر کې امام په لر او بر د جنګ
راوړو د لښكر نه د دشمن غشو خبر د جنګ
وې امام په جوش کې چې زه غشى زه دماح يمه
زه د ذوالجلال والاكرام يوه سلاح يمه
ځوان يم د جنت د جنتي ګلونو راح يمه
بچ مې له ګذاره شئ زه سور د ذوالجناح يمه
زه نبي نيكه په اوږه باندې ګرزولى يم
زه يم چې حورانو په سندرو کې ستائېلى يم
څوك به وي په تاسو کې چې اوزغمي ګزار زما
تندر د اسمان دى كه په لاس کې ذوالفقار زما
رادې شي په مخکې چې د سر وي طلبكار زما
سر قلمولو ته دى ستاسو انتظار زما
زه د بوتراب شاه مردان علي ولد يمه
زه له ماشومتوبه لا د جنګ سره بلد يمه

 په مدينه،مكه او تر كربلا پورې كه د امام حسين خبرو ته ځير شو؛نو د ايمان څپې ترې را پورته كېږي. د مدينې والي (وليد) چې امام ته، له “يزيد” سره د بيعت وړانديز وكړ؛ نو ويې ويل:

 “موږ نبوي كورنۍ، د رسالت كان، د پرښتو او وحې د راکېووتو ځاى يو. خداى پاك اسلام پر موږ پيل كړ او پاى يې هم پر موږ ده او يزيد فاسق، شرابخور  او قاتل دى او زما په څېر به هېڅوك ورسره بيعت و نه كړي”.[397]

 د غزل بابا وايي :

وركړى شوى د اسلام اونې ته نوې وينه
نن د اولاد د محمد ده تويې شوې وينه
نن به دا وينه تر محشره ګلستان جوړوي
د حق ثنا لره به نوي بلبلان جوړوي
د عمر سعد دا اصرار ؤه چې بېعت اوكړه
حسينه راشه د يزيد متابعت اوكړه
بغېر له دې دې خبردار شه بل مفر نشته
اوګني پوه شه په تن باندې دي سر نشته
امام ويل ورته يزيد لره به ورشمه زه
چې مخامخ يې په منشا باندې خبر شمه زه
او كه دا نه وي چې په لور د هندوستان ولاړ شم
چې د جهان په سلسله کې خرامان ولاړ شم
د عمر سعد په كړه وړه کې څه نرمي شوه پېدا
خو د بد بخت شمر په وينه کې ګرمي پېدا شوه
وې عمر سعد دا خو هيچرې كېدلى نه شي
نه هندوستان ته او نه شام ته رانه تللى نه شي
اوګني پوى شه د لښكر سپه سالار به زه ىم
ابن زياد كړى فرمان دى چې سردار به زه يم
د عمر سعد ؤ د رتبې د حكومت لالچ
ابن زياد چې ؤ وركړى په حكمت لالچ
وې چې حسينه نه دې هند او نه دې شام ته پرېدو
اوكړه بېعت په دې ساعت نه دې ماښام ته پرېدو
داسې د ژوند نه راته وايه چې بيزار يې ولې
د خپل انجام نه بې خبره په انكار يې ولې
امام ويل ورته چې ژوند خو امانت دى د رب
د هيچا خپل نه دى فقط يو عنايت دى د رب
عمره پوهه شه فرزند د مرتضى يمه زه
د سترګو تور د محمد خېرالورى يمه زه
د فاطمې بي بي په غيږ کې لوبېدلى يمه
زه يې د دين د تحفظ لره پاللى يمه
لولې قرآن خو لږ ايت هم د تطهير اولوله
زمونږ په شان کې نازل شوى بې نظير اولوله
دين به د ژوند په بها هيچرې ورنه كړمه زه
لاس د بېعت به تر قيامته هم درنه كړمه زه
زما بېعت به وي جواز د ګمراهۍ د يزيد
دا چې اوس شوى دى اغاز د ګمراهۍ د يزيد

مروان ورته وويل: ښېګڼه دې په دې كې ده، چې بيعت وكړې، په ځواب كې يې ورته وويل : “انا لله و انا اليه راجعون، د اسلامى امت چې يزيد مشر شي؛ نو د اسلام دعا بايد واخستل شي” [398]

  له مكې مكرمې،چې واته؛نو يوه وينا يې وكړه،چې پر قضا او قدر او د كار پر پايلې يې د ايمان، خوښۍ او رضا ښووونكې  ده.

 …. خط الموت علي ولد آدم مخط القلاده علي جيد الفتاه ….

 “مرګ، نارينه وو ته د ناوې د غاړه كۍ په څېر وي، واه، د خپلو نيكونو كتو ته مې دومره بيړه ده؛لكه د يعقوب عليه السلام چې يوسف عليه السلام ته وه!

 ما ته وژنتون شته، چې بايد ورشم او ګواكې داسې وينم،چې د تن بند، بند مې د نو اويس او كربلا تر منځ دښتې لېوان څيروي او خوري مې. د برخليك له ورځې (څه چې د تقدير پر قلم كښل شوي،) تېښته نشته، ما د حق رضا ته غاړه ايښې او پرې خوښ يم، پر کړاوونو صبر كوم او د صابرانو اجر به راكړي، د پېغمبرصلى الله عليه و آله د تن برخه له هغه څخه نه بېلېږي؛بلكې  په جنت كې پرې راټولېږي او سترګې به يې روښانه شي او ورسره شوې وعده به تر سره شي. هاى! څوك چې غواړي وينه يې زموږ په لار كې  تويه شي او د خداى ليدو ته يې ټينګ هوډ كړى وي؛نو له موږ سره دې وخوځېږي،چې كه خداى كول زه سبا سهار خوځېږم”[399]

د غزل بابا وايي :

ته خبرې د يزيد چې څومره زوردى
ستا قدم د هلاكت د غار په لور دى
هم په دوى کې عبدالله ابن عمر و
هم پکې ابن عباس نامور و
له راتلونكې واقعې هر يو خبر و
اورېدلى يې حديث د پېغمبر و
چې په برخه د حسين کې قرباني وه
ليك په څټ يې د تېغونو رواني وه
له يمنه چې علي په كربلا شو
كربلا باندې چې راغى په ژړا شو
يو صاحب ترې په پرسان د مدعا شو
په غرېو غرېو کې بو تراب ورته ګويا شو
چې دا ځاى مې د اولاد د شهادت دى
دلته، هلته د فلانكي فلانكي تربت دى
تعجب دى له اصحابو به دا هير و
چې مدام به د نبي نه ګېرچاپېر و
دا پاكان دخداى په نوم له سره تېر و
خو څه راز و چې په دې کې تيرو بير و
هغه داچې وي ايثار په بې كسۍ کې
نه د زور په مساوات او په سيالۍ کې
نه شوې پاتې وسيلې نه سببونه
رسالي د عراقيانو نه اسونه
څومره سخت د قربانۍ دي منزلونه
ملګرتيا چې پکې نه كاندي خپل پلونه
اسرې ټولې په دې لارکې لكه ګرد شي
همدردي يې د خواخوږو آه سرد شي
*****  

ساه د يزيديانو په فضا کې پس پسۍ شولې
شور او په چپيا کې پټې پټې ګنګوسۍ شولې
ولې به نه وي په هېبت عرش و كرسي او قلم
چې دي نهر د دريو ورځو ماشوما د حسين
سخته ګرمي محاصره لوږه او تنده اله
زين العبا، اكبر، اصغر او قاسم جان د حسين
وې چې زه مؤمن يمه باغونه د ارمان لرم
ډك دى د جنت د ګلو زه هغه دامان لرم
توره مې په تيكي کې ده لاس کې چې قرآن لرم
اوګورىْ چې شان د محمد اخر زمان لرم
زه يمه باران د رحمتونو چې امام يمه
اى بې لارې تګيو د بقا د اوبو جام يمه
زه يمه حسين مور مې زهرا نيكه سرور زما
پلار ابوتراب و دلاور علي حيدرزما
ورور ميېن په صلح مجتبى شاه شبر زما
سروه د حبش د مهاجرو تره جعفر زما
مونږ هغه كسان يو چې دنيا مو مسلمانه كړه
اى عربو ستاسو توره خونه مو روښانه كړه
اووى ورته دوى مونږه خبر يو هر چې ته وايې
ښه وائې كه بد وايې خو ووايه چې څه وايې
                                                                        ******                                                       

امام اتمام ته د حجت ورته بهر راغى
ګويا په سر د كفرستان د تيرو نمر راغى
سترګې حيرانې وې حسين ؤ ، كه سرور راغى
اوبه شو تريخي د كوفيانو چې حيدر راغى
حسين ويل ورته زه څوك يمْ پېژندلى مو يمْ ؟
كه مو ليدلى پخوا نه يمْ اورېدلى مو ىم ؟
هغو ويل ورته چې مونږه همه تا پيژنو
حسينه مونږه دې نيكه هم دې بابا پېژنو
ړانده خو نه يو ښه سبا اوښه بېګا پېژنو
بس خو بېعت د يزيد اوكړه مونږه دا پېژنو
بې د بېعت نه د يزيد دى بل مفر نشته
كه دې انكار وي په دې پوى شه چې دې سر نشته
پوهه امام شو چې اوس وخت مې مقرر راغى
د قربانۍ دپاره وار زما د سر راغى
د خداى په در کې حاضرۍ لره خبر راغى
هغه ساعت د شهادت مې منتظر راغى
هاتف اواز كړو لا په ژوند درته يو غم پاتې دى
امامه! لا خو د يزيد حد د ستم پاتې دى
پس د اتمام نه د حجت يې ذوالفقار اونيو
د سامعې محل كوكار او شرنګهار اونيو
كوم پهلوان به د كند پوش فقير ګذار اونيو
اخر له لرې يې د غشو ورته وار اونيو
سورى سورى چې شو د اس نه ناتوان پرېوت
جګ يې اسلام كړكه پخپله پهلوان پرېوت

د كربلا په لار كې يې چې د ځان او اهلبيتو د شهادت په باب خبرې كولې؛نو دا ستر جاع كلمه (انالله و انا اليه راجعون) يې ويله، زوى يې (علي بن حسين) وپوښته : پلار جانه! مګر موږ پر حق نه يو؟ ورته يې وويل: ولې نه، پر خداى قسم، چې بندګان ورتلونكي دي، علي وويل: ولې نه؛ نو له مرګه ډار نشته، بيا امام ورته دعا وكړه.[400]

 زرغونه رحيمي وردك، (ګوربت، شپږمه ګڼه، 70 مخ) وايي:

څه عجــــــب خونــد د شهــــادت دى

د ځلكدن سلګۍ وهم خندا راځينه

علامه اقبال لاهوري وايي :

نشـــــــان مـــرد مــؤمن به تو ګويم

چون مرګ  اش رسد خندان بميرد

د امام حسين علم او پوهه

 د “نبوي كورنۍ” د امامانو له ژوند ليك او سوانحو څرګندېږي،چې پوهه يې الهي پېرزوينه او موهبت وه او د كوم استاد شاګردي يې نه وه كړې او نه په ټولګي كې ناست وو؛خو البته مفهوم يې دا نه دى،چې د اكتساب له لارې يې څه لاس ته نه دي راوړي؛ځكه هغوى انسانان وو او ډېر مطالب يې د احساس، تجربې، هوش او ذكاوت له لارې تر لاسه كړي دي،چې د پوهې دا برخه يې لږه ده؛خو هغه څه چې اصالت لري او د امامت مقام يې په برخه شوى؛هغه ا لهي علوم دي،چې له “ا لهام” او “عالم غيب” سره د پيوستون له لارې يې حاصل كړي؛نو ځكه ليدل كېږي چې كوچنى ماشوم يې د لوى نارينه په څېر د پوښتنو ځوابونه وايي.

 د سيدالشهداء په زمانه كې اموي چارواكيو د وېرې،ډار او زندۍ تورې لړۍ خپرې كړې وې، د علمي ويينو او فرهنګي فعاليتونو لپاره شرايط برابر نه وو؛نو له همدې امله ترې ډېرې لږې لارښوونې راپاتې دي؛خو بيا هم په دې لارښوونو كې يې معارف، سياست، ټولنيزه وضعه، اخلاقي مسايل، د خلكو روحيات او ناوړه پايلې يې مطرح كړي دي.

 د بېلګې په توګه:

 (الف): له پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله نه روايتوي چې:

 خداى(ج) ښه چارې او لوړ همتونه خوښوي او پرېوتې او ناوړه چارې يې بدې ايسي .[401]

 (ب): د روژې حكمت دادى چې:

 شتمن پر لوږه پوه شي او د نشتمنو لاسنيوى وكړي.[402]

  (ج): زغم ښكلا ده،پتمني نرتوب دى،له نورو سره نېكي نعمت دى،له بريده ډېره ستاينه چاپلوسي ده، بيړه بېعقلي ده، بېعقلي بېوسي ده، زيادښت او ښنده ښويېدنه ده، له رذيلو سره ناسته ولاړه شر او له بدانو سره ملګرتوب بدبيني راولاړوي.[403]

  (د)_ پوه شئ! دا د خداى يو نعمت دى،چې خلك درته اړوي؛ نو له دې نعمتونو مه ستړي كېږئ؛ګنې نو پښېمانه او پر عذاب به شئ.[404]

  (ه ) څه چې دې له وسې پوره نه وي،په باب يې زحمت مه كاږه،څه چې په لاس نه درځي؛نو ورپسې مه ځه. څه چې دې په وس كې نه وي، ژمنه يې مه كوه.د خپلې شتمنۍ هومره پانګه كوه . د خپلو كړنو هومره د بدلې انتظار كوه.د الهي طاعت او سرايښوونې له لارې دې چې څه تر لاسه كړي وي،زړه ورپورې وتړه او بې له دې په داسې څيز پسې مه ځه، چې وړتيا يې نه لرې.[405]

  (و) _ څوك چې دين پر قياس بنا كړي؛ نو يو عمر به تېروتى وي او د حق له لارې به كوږ شوى وي.

 خداى څنګه چې ځان ستايې همغسې يې ستايم؛ هغه په حواسو نه درك كېږي او نه د خلكو پر خواصو قياسېږي،هر څيز ته نژدې دى؛خو نه دا چې ورسره نښتى وي او له هر څيزه لرې دى؛خو نه داچې بېل او جلا وي، يكتا (يو) او بسيط دى او جز نه لري،په نښو پېژندل كېږي، په علامو ستايل كېږي، بې له هغه بل خداى نشته او ستر او پرتمين دى.[406]

  (ز) _ د خداى بندګانو! له خدايه ووېرېږئ او له دنيا ځان وژغورئ ! كه داسې واى،چې دنيا له چا سره وفا كولاى او څوك پكې پاتې كېداى؛ نو پېغمبران ډېر وړ وو، خداى پاك دنيا د ازمېښت او اوسېدونكي يې د فنا (په اخرت كې د بقا) لپاره پيدا كړي، له همدې امله ځوانان زړېږي، نعمتونه زوال مومي،د خوښۍ او ښادۍ پاى پر خپګان ده او سفر يې سر ته رسي، كور يې د اوسېدو نه دى؛ نو اخرت ته توښه پيدا كړئ او غوره توښه “تقوى” ده ، له خدايه ووېرېږئ، چې بريالي شئ. [407]

  يادونه: بايد ووايو چې د اهل بيتو د لارويانو په كتابونو كې دامام حسين ويناوې نقل شوي چې مطالعه يې بې ګټې نه ده.

د امام حسين عبادت

 مصعب زبيريرضى الله عنه وايي : امام حسين فاضل او دينوال و، ډېر لمونځونه يې كول او روژې يې نيوې او حجونه يې كول (1).

عبدالله بن زبيررضى الله عنه: تل يې د شپې لمونځونه كول او د ورځې روژه و (2) د تاسوعا (د محرم الحرم په نهمه) په مازيګر يې خپل زړه ور ورور (عباس) ته وويل: هغوى ته ولاړ شه او نن شپه ترې مهلت واخله، چې موږ يوه شپه نور هم لمونځ وكړو او له خداى سره راز و نياز وكړو او خداى پوهېږي، چې لمونځ، د قرآن تلاوت او ډېره دعا او استغفار مې خوښېږي (3) 

د غزل بابا وايي :

تاته وسيله مې دا نمسۍ د پېغمبر كړې
دا وه چې تكيمل يې د فصل د وانحر كړې
راولې د زړه په ايېنه کې مې جلا د درد
عكس د هر كړه وړه مې صفا كړې را نما د درد
ژبه مې په غوڅه د سخن كړې ذوالفقار هسي
شرنګ مې د الفاظو كړې دوحې نغمه بار هسې
فرد کې مې معنى او مطالب د ديوان راولې
خيال مې كه دا نه دى پکې لوى ګلستان راولې
زور د صحابه مې وركړى مټو د همت لره
مينه د هغوى مې بل قوت كړې دې قوت لره
تار د زړه كړې يو او يو كړې لر او بر د غوږ سره
ستا ثنا صفت مې دې يو غوږ شي ګويا لر د غوږ
غوږ مې داسې غوږ كړې چې هم اورېدلى شي
تل دې پسرلى وي د حواسو په چمن زما
وصف د بلبل غوندې په ژبه د پنجتن زما
بج كړى عناصر مې د مرګى د انفصاله نه
څو خبر څلور ګوټه پښتون نه شى د حاله نه
ماكه كړې قابل د دې چىحال په قال کې راولم
مست چى څوك د قال وي چې هغوئ په حال کې راولم
ژبه د ا لهام كړى ا لهى چى ده خامه زما
واخلې په دربار کې د قبول امام نامه زما
زه چې كړمه ستا د پاك حبيب د خاندان صفت
ګران لكه د ځان كړى دا په هر يو مسلمان صفت
شي ويښته زاګه يې چې د غشي د سنان په شان
خم په اوريدو د دې بيان شي د كمان په شان
سوز د قربانۍ يې چې پيدا شى د پتنګ په څير
شمعې ته د مخ چې د حسين شي د ملنګ په څير
پوهه چې په داشي چى ايمان په قربانْْْْْْْْْْْْى کې دى
راز د معرفت همه پنهان په قربانۍ کې دى

د عاشورا پر ماسپښين په هغه ګرمۍ، تنده، وچو شنډو او د جګړې په ډګر كې،چې ابو ثُمامه صايديرضى الله عنه اذان و كړ؛ نو امام ورته دعا وكړه او پر هماغه لومړي وخت يې د ماسپښين لمونځ د وېرې د لمونځ په توګه وكړ(4) [408]

  

د امام حسين سخاوت

 زهرا بي بي امام حسين، پېغمبر اكرم ته يووړ؛ نو بي بي ورته وويل : حسين ته څه وبښه؟ رسول اكرم صلى الله عليه و آله وويل: سخاوت او رحمت مې وروباښه.

 او په بل روايت كې : خپل سخاوت او جرات مې وروباښه.(1)

 ابو هشام قناد(رح) وايي: ما به له بصرې نه امام حسين ته مالونه راوړل چې تسليم به شو؛نو تر هغه به نه پورته كېده څو ټول يې پر نشتمنو او اړو نه و وېشلي.

 يوه ورځ يو ګدا د مدينې منورې په كوڅو كې ګرځېده او چې د امام كورته ورسېد،وريې ټك ټك كړ او دوه بيته شعر يې ووايه، چې مفهوم يې دادى:

 نن هر چا تاته د هيلو سترګې نيولي اواړمن ستا ور ټكوي، تش لاس نه ستنېږي، ته د سخا خاوند او كان يې او پلار دې د فاسقانو وژونكى و.

 امام پر لمانځه و،لمونځ يې ژر ادا كړ،راغى د ګدا له څېرې پوه شو، چې اړ دى،بېرته كور ته ولاړ او قنبر ته يې وويل: زموږ له لګښتونو ځنې څومره پاتې دي؟ ورته يې وويل: دوه سوه درهمه.  امام وويل: هغه راوړه چې تر موږ ډېر اړمن راغلى،پيسې يې وركړې او څو بيته شعر يې ووايه او له ګدا نه يې بښنه وغوښته . ګدا پيسې واخستې او له ځانه سره يې وويل: “خداى ښه پوهېږي،چې خپل رسالت پر چا تر سره كړي” .[409]

 امام حسين ويلي: كه څوك راته په ښي غوږ كې كنځلې وكړي او په كيڼ غوږ كې رانه بښنه وغواړي؛نو عذر يې منم؛ ځكه پلار مي له نيكه روايت كړى : ” د كوثر حوض ته راتلاى نشي، چې د بل عذر و نه مني، كه عذر كوونكى رښتيا وايي که دروغ. (1)

 يو سړى سبط اكبر امام حسن مجتبي ته راغى او څه يې ترې وغوښتل او امام ورته  سل ديناره وركړل، بيا همدا سړى امام حسين ته ولاړ او امام ورته نهه نوي ديناره وركړل؛ځكه د مشرۍ درناوى يې وكړ او يو دينار يې كم وركړ، چې له هغه سره يې سيالي و نشي. (2)

 امام حسين پردې سربېره،چې د امامت له علمه برخمن و او د پېغمبر صلى الله عليه و آله په وينا امام و؛خو د خپل مشر ورور (امام حسن مجتبي ) په وخت كې د يو مطيع سرتېري په څېر و او كله يې هم مخالف نظر ور نه كړ، ان د هغه د ښخېدو په وخت كې چې ناوړه غبرګون تر سره شو؛نو په خورا ادب او درناوي يې د امام حسن وصيت عملي كړ.

 د كربلا په پېښه كې چې امام له خپلې كورنۍ او يارانو سره څومره مينه ښوولې،د امام په ويناوو كې په څرګنده معلومېږي؛نو د همدې مينې له مخې د كربلا تر پېښې وروسته د هغه محترمه ماندينې “رباب بي بي” (چې له شرعي پلوه يې له بل چا سره واده كولاى شو) د قريشو د مشرانو مركو ته منفي ځواب وركړ او ويل يې:  ” د ا څومره ستره وياړنه ده،چې د پېغمبر په څېر انسان مې خسر وي،نه غواړم پر بل خسر يې بدل كړم “

 همداراز تر يوه كال پورې په كوټه كې و نه اوسېده او تر مرګه يې ژړل. 

 مروان د امام حسين، امام حسن او حضرت علي عليهم السلام يو كينه كښ دښمن و،د جمل او صفين په جګړو او د حسن بن علي پر وړاندې اړو دوړ كې يې ټولو ته كينه په ډاګه وه؛خو همدا مروان،چې د جمل په جګړه كې اسير شو، له حسنينو يې وغوښتل،چې علي (ك) ته واسطه شي او پايله يى داشوه،چې حضرت علي وباښه او ازاد يې كړ؛خو بيا هم مروان له باطني خبثه لاس وانخست او كله چې يې امام حسن د خپل نيكه تر څنګه خاورو ته سپاره؛ نو توره يې راويسته،چې دلته يې ښخ نه كړي او پر دې سربيره،د مدينې پر والي يې ټينګار كاوه، چې ژر له حسينه بيعت واخلي او كه نه سر يې ورپرې كړئ.

 له حربن يزيد رياحي سره د ابا عبدالله چلن يو متل دى؛ هغه حر، چې د امام لار يې نيولې وه؛خو چې امام وكتل زر تنه عسكر يې ستړي او تږي دي؛نو حکم يې وكړ، چې ان اسونو ته يې هم اوبه وركړي او په دومره مړانه يې ورسره چلن وكړ.(5)

 په رښتيا چې امام حسين د پېغمبر د سخا هېنداره وه؛خو بيا امت ورسره هغه څه وكړل،چې په تاريخ كې يو امت هم د خپل پېغمبر له ځوځات سره دومره جفا نه ده كړې ! [410]

د امام حسين زړه ورتيا او مړانه

 امام حسين ته يې جرات او مړانه له نيکه ميراث شوې وه. مړانه يو روحي صفت دى،چې خاوند يې هېڅ لامل نشي ډارولاى. زغم، د لهجې صراحت، د نادودو پر وړاندې صبر او استقامت، د نورو ازاديو او حقوقو ته درناوى، ټول له مړانې راولاړېږي .

 حسين د مړانې بېلګه و، چې دا ټولې ځانګړنې پكې انځور شوې وې.

 مصرى عالم شبراوي  وايي: ” زړه ور حسين او زړه ورو ملګرو يې له دښمن سره جګړه پيل كړه، په صبر او زغم يې بريد كاوه ، له جهاده يې تېښته ننګ ګاڼه، په خورا ډاډ او ټينګ هوډ يې ټټر پېښو ته ډالۍ كړى و، د تورې او نېزې كارول يې د خداى په لار كې غنيمت ګاڼه ،سر ښندنه يې د عزت د لاس ته راوړو لپاره ټيټه بيه ګڼله او كله يې هم چاته سر نه ټيټاوه”[411]

 عباس محمود عقاد  وايي : ” په بنيادمو كې حسين رضى الله عنه ډېر زړه ور و او  پر كوم كار يې چې لاس پورې كړى و، بل چا نه شو كولاى “[412]

 د حسين عليه السلام د زړه ورتيا او بدني ځواكمنۍ كيسه خو بله ده ، پتمن ياران او د كورنۍ ځوانان يې يو په بل پسې شهيدان شول؛ خو پخپله يې په وچو او تږيو شونډو د ناپوهۍ او نفاق د لښكرو پر وړاندې مړانه مبارزه كوله او دښمنان ترې داسې تښتېدل؛لكه ځناور چې له زمري تښتي، بالاخره دښمنانو پرې د تيګو او غشو باران جوړ كړ او كړۍ يې پرې راتنګه كړه، بدن يې غلبېل غلبېل شو او له تندې او ډېرې وينې بهېدنې راولوېد؛نه دا چې دښمن راپرځولى وي!

د لولو مرجان په 186 مخ كې راغلي:

” كه څه د “رستم” بهادري او مړانه د خلكو په خولو كې پرېوتې؛ خو په تاريخ كې داسې مېړني تېر شوي،چې د رستم نوم به دې هېر كړي؛ لكه حسين د علي زوى؛ځكه هغه له څلورو دښمنانو سره جنګېده ،يو ښكاره دښمن و،چې هر خوا ترې راتاو و،بل سختې ګرمۍ د كربلا له شګو او خاورو نه تنور  جوړ كړى و، چې د بني فاطمه و پښې يې تڼاكې كړې. درېم او څلورم يې تنده او لوږه وه ،چې ژبې له تندې راوتلې او ګېډې يو مخې كوپې شوې وې؛نو هغو، چې په دغسې جګړه كې ډېر دښمنان خاورې ايرې كړل؛نو په رښتيا چې بهادري او مړانه پرې پاى ته رسېدلې ده “

 د غزل بابا وايي :

داسې پرې ورګډ شو تا به وې ولاړ بهر نه و
اس يې كړل صفونه تار په تار جوړې لښكر نه و
تورې رنګولې خلقو ياد ورته سپرنه و
چا به چې د سر فكر كولو بيا به سر نه و
سترګو د عمر شمر چې برق د ذوالفقار اوليد
ګويا چې حسين يې په جامه کې د كرار اوليد
خول به بې اوازه شو دوه نيم ورسره سر دوه نيم
زغرو به فرياد اوكه ټټر دوه نيم ځيګر دوه نيم
دلته به پياده وو هلته سور به وو اكثر دوه نيم
هر شى به د تېغ د لاندې پرېوت كوز او بر دوه نيم
چغه د وهئ وهئ به راغله په مرۍ کې وه
توره د امام به يې رسا په كپرۍ کې وه
چرته د وريځ غوندې دا ستورى به شو ګېر پکې
لا به ذوالجناح لكه برېښنا شو مخکې تېر پکې
ډېر به لاندې باندې شول په تېښته به شو ډېر پکې
وينې وې رودونه ذوالفقار به نه شو سېر پکې
كوږ به چې دشمن شو له هېبته بيا به نېغ نه و
پړق به ترې د سترګو نظر يوړو بيا به تېغ نه و
پړق نه يې د تورې په روحونو ګډې ماتې وې
ساه د بزدلانو وې په تيښته تنې پاتې وې
تاخت و د اجل د ژوندانه خونې ميراتې وې
غشي ټيټ سرونه د امام يې ننه واتې وې
ماته د ادمو شوه قلا ترېنه امام اوت
باز د ملكوت و د دنيا له تارو دام اوت
ماتې يې ليندې د ارادو وې زيړ زبېخلي وو
ژۍ نه يې د زړه د حوصلو غشي وتلي وو
څوك په تېښته سر څوك له مېدانه تښتېدلي وو
جوړې وې دلۍ ترې چې سرونه رغړيدلي وو
څوك دى چې دا وايې چې يو كس په زرو  برنه وي
څوك به داسې وايې چې د سر دپاسه سر نه وي
اورسېدو غاړې ته د سيند د اس نه ښكته شو
سيند وته ورتېر امام د تندې له جهته شو
غږ اوكړو عمر، حسين اشنا كه له طاقته شو
پوهه شئ چې شرم بيا زمونږ د پوزې نته شو
اولئ يې په غشو چې له سينده بهره ياب نه شي
جوړ كړئ پرې باران چې دا سيد درنه سېراب نه شي
کېناستو په غاړه له اوبو يې لپه ډكه كړه
ياد يې ماشومان شو اراده يې جل ته كلكه كړه
تويې يې اوبه كړې بې له دوى يې كله څكه كړه  
يو ظالم په خوله کې يې توبره د غشى لكه كړه
وينه يې راماته شوه چې غشى كړو بهر امام
سور د اس د پاسه د دشمن راغى په سر امام
بيا يې حمله اوكړله ورګډ شو په شاميانو کې
تورې يې د لور هسې لو وكړو په كوفيانو کې
تاب د امزري د جنګ وي چرته په ګډانو کې
جوړ شو هۍ ناتار په هر طرف په يزيديانو کې
ناساپه نظر چې د حسين شو د اسمان په لور
ولاړ په تماشه کې تماشه شو د جانان په لور
راغله دا ندا چې اوس د فرض دې استكمال اوشو
ستانه نمائش هم د جمال هم د جلال اوشو
راشه له اسلامه اوس د كفر انفصال اوشو
حق شو راڅرګند چې ستا په وينو استدلال اوشو
راشه رنګينۍ دې د جنت په انتظار کې دي
جوړ دى ارائش درته حورانې په سنګار کې دي
ولاړ مدافعت د تن چې روح په تماشه کې شو
يا قدسي مارغه ولاړو وطن ته په ثنا کې شو
پړق دتورې ورك شو سريې زوړند په فضا کې شو
اس يې سم  وهي په مزكه مزكه په سودا کې شو
تاو شو دشمنان ترينه د غشو يې باران اوكه
وينو د امام په كربلا کې ګلستان اوكه
سور د كربلا د اس نه پرېوت دنيا پرېوته
هور ته په خېمو کې يې فرياد او ژړا پرېوته
ځكه په امت کې يې تر حشره غوغا پرېوته
راغله د حمزه د زړه په غوږ کې ندا پرېوته 
خداى چې محمد د رسالت دپاره غوره كړ
ال يې د علي د هدايت د پاره غوره كړ
                                                  *****
مقابلې ته د زرګونو يو نفر ولاړو
د يزيدي فوځ په پرو کې لر او بر ولاړو
اخر بهر په يو نېزه کې يې ځكر ولاړو
په پرېواته شو ، وې بابا زما خبر واخله
په وروستي وخت کې دې په غيږ کې خپل پسر واخله
حسين وردو كړل دا يې وې د زړه قراره ولې
زما د مړاوي زړه چمن لره بهاره ولې
سر يې په غيږ كړو وې چې اى زما سرداره ولې
ولې زما د ارمانونو انتظاره ولې
علي اكبر اوكتل پلار ته په زير زير ولاړو
د پلار په مخ د كوثري اوښكو بهير ولاړو
طواف د شمعې كله كيږي چې پتنګ پرېښود
كله كېده شوه چې هغه مېدان د جنګ پرېښود
كله قاسم پېغمبري ، حيدري ، تګ پرېښود
ولاړو مېدان ته د خوږې ناوې يې څنګ پرېښود
د مرګ  خزان د پېغمبر علي په باغ ولګېد
مرګ  د قاسم پس د اكبر نه داغ په داغ ولګېد
                                                   ******
د خوشحالۍ نه شمر هسې ناروا اوويل
هغه ملګروته له جوشه مرحبا اوويل
برېت يې كړه تاؤ او بيا يې داسې په خندا اوويل
زخمي زخمي ناتوان امام وته يې دا اوويل
ته راته ګوره چې خېمې دې په رڼا لوټ كړم
زه چې نمسىاو لوڼه نګېندې د زهرا لوټ كړم
دا اورېدل ؤ چې له سوخته هغه ځوان پاسېد
د ژوند ډيوه يې په سلګو وه پهلوان پاسېد
د اور بڅري ترې وتل همه چشمان پاسېد
لاس يې كړو غشي ته راوايې خست كمان پاسېد
وى اى شمره! بې غېرته خبردار اوسه
زه لا ژوندى يم د خېمو نه مې كنار اوسه
دغه ستم ؤ ، په ژوندينې چې امام وليد
خېر يې تالا ته د نبي د كور غلام وليد
دلته امام د قربانۍ بلند مقام وليد
دلته خپل ځان ته ثقلېن يې په سلا وليد
په ننداره کې ترې د ځان و تن خير ولاړو
بيا خبر نه شو چې كوم وخت ورځنې سر ولاړو

 د عمر سعد يو پوځي ته وويل شو:  ” پرتا دې افسوس وي، ولې مو د رسول الله صلى الله عليه و آله زوى وواژه ؟ ويې ويل: بې معنا خبرې مه كوه ،كه ته هم زموږ په شرايطو كې واى؛ نو تا به هم دا كار كړى واى؛ځكه يوې ډلې په تيرو تورو د غوسه زمريو په شان له ښي او كيڼ اړخه پر موږ بريدونه پيل كړل، ځانونه يې پر مرګ  شمېرلي وو، نه يې امان منه او نه يې د دنيا د مال پروا درلوده او هېڅ شي دوى له خپلې موخې نه شو پر څټ كولاى،كه لږه بې پروايي مو كړې واى؛نو ټول لښكر يې ځاپه؛ نو اى بې موره ! موږ څه كړي واى؟! “[413]

د امام حسين زهد

 د دنيا پر مال زړه نه تړلو ته زهد وايي،چې دا انساني لوړ ارزښت پر اخرت باندې د رښتوني ايمان نښه ده . د دنيا مال ، شان او شوكت كه د حق د لارې خنډ شي؛ نوكوم ارزښت  نه لري .پالونکى څښتن وايي:

((وَلَوْلَا أَن يَكُونَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً لَجَعَلْنَا لِمَن يَكْفُرُ بِالرَّحْمَنِ لِبُيُوتِهِمْ سُقُفًا مِّن فَضَّةٍ وَمَعَارِجَ عَلَيْهَا يَظْهَرُونَ . وَلِبُيُوتِهِمْ أَبْوَابًا وَسُرُرًا عَلَيْهَا يَتَّكِؤُونَ . وَزُخْرُفًا وَإِن كُلُّ ذَلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةُ عِندَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ(زخرف/33 _ 35)= كه (له  مادي نعمتونو د كفارو برخمنېدل) ددې نه لاملېده،چې ټول خلك (په بې لارۍ كې) يو امت شي؛نو موږ به هغو کسانو ته چې پر رحمان (خداى) كافرانېږي،د كورونو چتونه يې او هغه پوړۍ،چې پرې بامونو ته خېژي له سپينوزرو ګرځولي واى؛ او (همداراز) موږ د هغوى د كورونو ورونه او تختونه،چې پرې ډډه وهي (ښكلي او له سپينوزرو كول).او زر او ګاڼې (به مې هم وركړې وې) او دا ټول د دنيوي  ژوند وسايل دي او آخرت ستا د پالونكي پر وړاندې يوازې د پرهېزګارانو (اوځان ساتيو) لپاره دى .  ))

  ولولا ان يكون الناس امه واحده …….

سيدالشهداء په زهد كې د خپل پلار حضرت علي په څېر د زمانې بېلګه وه هغه د خداى په لار كې له هرڅه تېر شو او كه له يزيد سره يې جوړ جاړى كړى واى؛نو له هر ډول دنيوي ګټو برخمنيده.

 علايلي  وايي:  ” حسين په زهد كې ستر انسان و، د دنيا ژوند ته يې ټيټ كاته او له مړينې نه وېرېده، ا لهي ارزښتونه يې له تنې سره اغږل شوي وو، ټول څيزونه يې له هغو ځار كړل او هېڅ څيز ته يې پام نه و، هغه په ټوله معنا دنيا ته شاكړې وه.

 حضرت عبدالله بن عمر رضى الله عنه ته يې وويل :  ابا عبدالرحمنه! نه پوهېږې،چې د دنيا پستي له خداى سره ده،چې د يحيى بن ذكريا (عليهما السلام) مبارك سريې د بني اسراييلو بد لمنۍ ته وړاندې كړ”

د امام حسين عزت نفس او د ظلم نه منل

 ټول اخلاقي ارزښتونه له “عزت نفس ” نه راولاړيږي .څوك چې ځان دروند بولي؛نو ځان له ګناهونو او چټليو ژغوري او چې ځان “سپك ګني؛نو له يوې ګناه هم سر نه غړوي.

 د غزل بابا وايي :

زيات د هرچانه به انسان وي ثنا خوان د حسين
 انسانيت به فراموش نه كا احسان  د حسين
 هغه په خداى به حواله وركړي يقين دى زما
 د محمد نه كه هر څوك اوپښتي حال د حسين
 هغه هم شپې وې چې خاطر پرې د بابا و جمع
 دغه هم شپې دې چې زلفان دي پرېشان د حسين
 يو هغه وخت چې يې دنيا د سترګو اخلي بلا
 يو دغه وخت دى چې بې ياره دي چشمان د حسين
 لكه د وخت يې واقعات ګذارول شاته
 د حادثو ځنې همت و، په امان د حسين
 كړ په زغم جنو پاكو اوښكو يې رضا اودس
 نمونځ د تسليم ګويا معراج شو په دامان د حسين
 غيږ وي پرانستې خوشبويۍ ته هر يو ګل په خندا
 فېض  د دوام په برخه راوړ ګلستان د حسين

د كربلا په پېښه كې چې له امامه كومې ويناوې راپاتې دي؛ نو “عزت نفس” پكې څرګند ځلېږي او كله چې له خپل محبوب نيکه نه حديث روايتوي؛نو هغه هم د لوړ همت او “كرامت نفس” په باب وي (په تېرو پاڼو كې ورته اشاره شوې ده )

 د سيدالشهداء لاندې جمله په تاريخ  كې تلپاتې ځلېږي:

 ” پوه شئ دې حرموني (عبيدالله بن زياد ) د حرموني زوى، زه د دوه څيزونو په باب اختيارمن كړم؛ مرګ او بل سپكاوى؛خو دا لرې ده،چې زه ذلت ومنم. خداى، پېغمبر، مؤمنانو او سپېڅليو لمنو روزلى يم پردې سربېره نارينتوب، مړانه او تېري ته د غاړې نه ايښودنې روحيه د دې لامل ده،چې زه به ذلت، خوارۍ او سپكاوي ته غاړه نه ږدم؛ نو ځكه شريفه مړينه پرې غوره ګڼم” (1)

د هغه سر ،سر لـــــــــوړي ده د دنيـــــــــــا له چــت اوچته

چې په مرګ  يې ځان خلاص كړى د ذليل ژوند له ذلته

 د كربلا په ميدان كې يې وويل :

 پر خداى قسم د ذليلو په څېر به تسليم نشم او د مريانو په څېر به و نه تښتم. خداى ته د هغه سرغړونكي له شره پناه وړم،چې پر قيامت ايمان نه لري. (2)

د غزل بابا وايي :

ته خبرې د يزيد چې څومره زوردى
ستا قدم د هلاكت د غار په لور دى
هم په دوى کې عبدالله ابن عمر و
هم پکې ابن عباس نامور و
له راتلونكې واقعې هر يو خبر و
اورېدلى يې حديث د پېغمبر و
چې په برخه د حسين کې قرباني وه
ليك په څټ يې د تېغونو رواني وه
له يمنه چې علي په كربلا شو
كربلا باندې چې راغى په ژړا شو
يو صاحب ترې په پرسان د مدعا شو
په غرېو غرېو کې بو تراب ورته ګويا شو
چې دا ځاى مې د اولاد د شهادت دى
دلته، هلته د فلانكي فلانكي تربت دى
تعجب دى له اصحابو به دا هير و
چې مدام به د نبي نه ګېرچاپېر و
دا پاكان دخداى په نوم له سره تېر و
خو څه راز و چې په دې کې تيرو بير و
هغه داچې وي ايثار په بې كسۍ کې

نه د زور په مساوات او په سيالۍ کې
نه شوې پاتې وسيلې نه سببونه
رسالخداىي د عراقيانو نه اسونه
څومره سخت د قربانۍ دي منزلونه
ملګرتيا چې پکې نه كاندي خپل پلونه
اسرې ټولې په دې لارکې لكه ګرد شي
همدردي يې د خواخوږو آه سرد شي
                                                                ******
ورور ميېن په صلح مجتبى شاه شبر زما
سروه د حبش د مهاجرو تره جعفر زما
مونږ هغه كسان يو چې دنيا مو مسلمانه كړه
اى عربو ستاسو توره خونه مو روښانه كړه
اووى ورته دوى مونږه خبر يو هر چې ته وايې
ښه وائې كه بد وايې خو ووايه چې څه وايې

 او په بل شعار كې وايي:

 ” مرګ  د خداى په لار كې نېكمرغي ده او له ظالمانو سره جوړ جاړى، خواري ده. ” (3)

 دښمنانو  يې چې پر كېږديو بريد كاوه؛ نو ورته يې وويل :  ” د آل ابي سفيان لارويانو ! كه دين نه لرئ او پر آخرت ايمان هم نه؛نو لږ تر لږه خو غيرت ولرئ، زه درسره جنګېږم؛نو په ښځو او كوچنيانو پورې مو څه كار ، هغوى خو څه قصور نه لري؟” ( 4 )

 د امام څرګند صفت ” ظلم نه منونكى ” و ، تردې چې يو لقب يې “ابى الضيم” و، هغه له ټولې هستۍ تېر شو؛ خو له يزيد سره يې بيعت ونه كړ.

“د ظلم نه منوونكيو مخكښ امام حسين خلكو ته دا وښووله،چې د ستريا او غيرت له مخې،تر خوارۍ او ذلته شرافتمندانه مرګ ومني. امام د ابن زياد سپك او ذليل امان ونه مانه او په خپلې مړينې يې د سر لوړي ژوند كرښه وكښله ….”[414]

د غزل بابا وايي :

ته چې د يزيد په خوښه نه وايې ښه نه وايې 
هر څو كه سم سم وايې خو مونږ وايو كاږه وايې
يا خو د يزيد د بېعت جغ وته ګردن نيسه
يا زمونږه غشو نېزو تورو ته دې تن نيسه
پوهه شو امام چې دوي به نرم په حجت نشي
توره چې كوم كار كوي هغه په نصيحت نشي
كار چې شي په زهرو هغه چرې په شربت نشي
جوړ به په دې وخت کې بې د جنګه څه صورت نشي
لا خو وه په فكر کې امام په لر او بر د جنګ
راوړو د لښكر نه د دشمن غشو خبر د جنګ
وې امام په جوش کې چې زه غشى زه دماح يمه
زه د ذوالجلال والاكرام يوه سلاح يمه
ځوان يم د جنت د جنتي ګلونو راح يمه
بچ مې له ګذاره شئ زه سور د ذوالجناح يمه
زه نبي نيكه په اوږه باندې ګرزولى يم
زه يم چې حورانو په سندرو کې ستايلى يم
څوك به وي په تاسو کې چې اوزغمي ګزار زما
تندر د اسمان دى كه په لاس کې ذوالفقار زما
رادې شي په مخکې چې د سر وي طلبكار زما
سر قلمولو ته دى ستاسو انتظار زما
زه د بوتراب شاه مردان علي ولد يمه
زه له ماشومتوبه لا د جنګ سره بلد يمه

 

 

خوشال بابا وايي :

خلافت د چــــــــار يارانو           په دېرش کاله وو يــــــــارانو

بيا د پسه بادشاهي شوه          په سپېدې کې ســـــياهي شوه

اول بغي راپيدا شـــــول           څوک بادشاه څوک امر اشول[415]

 

                         

حسيني پاڅون

 سبط اكبر امام حسن مجتبى رضى الله عنه پر ( 50 ) هجري كال د يوې طرحې له مخې خپلې ښځې ( جعده د اشعت بن قيس لور ) مسموم او شهيد کړ ( 1 ) . او د مسلمانانو مشري امام حسين رضى الله عنه ته ور پر غاړه شوه .

 امام حسين ( عليه السلام ) د هغه وخت د ټولنيزو شرايطو او د امام حسن او معاويه بن ابي سفيان د سولې تړون (2) له مخې لس كاله پر زغم تېر كړل او وخت ناوخت يې څه د مخامخېدو پر مهال او څه د ليك له لارې واكمنو ته  لارښوونې كولې.

معاويه بن ابي سفيان پر 56 هجري كال د يزيد ځايناستي (ولايت عهدي) اعلان كړه اوله خپلو واليانو يې وغوښتل چې د يزيد لپاره بيعت واخلي  .

 معاويه بن ابي سفيان،چې له خلكو خپل زوى (يزيد) ته بيعت واخست؛نو تردې وروسته د امت ټولنيز او سياسي شرايط واوښتل؛ځكه د زوى شخصيت او طريقه يې له پلاره بېخي بېله وه.[416]

( 4 ) _ معاويه بن ابي سفيان د خپل عمر په وروستيو شېبو كې  ويل:

 فياليتنى لم اعن فى الملك ساعه – و لم اسع فى لذات عيش نوافر= كاشكې  د يو ساعت لپاره هم پاچا نه واى.[417]

معاويه بن ابي سفيان د ژوند په وروستيو كې  پاچاهي يزيد ته وسپارله؛نو دهغه حكومت يو ډول ځانګړنې درلودې،چې عبرت ناكې دي او په دې پوهېدل به موږ ته د كربلا پېښه، عاشورا او د پېغمبر اكرم د كورنۍ اسارت ښه څرګند او بربنډ كړي.

 ارواښاد ابوالاعلي مودودي د پاچاهۍ زمانې اته ځانګړنې ښوولي چې دا دي:

 ( 1 ) _ د مشر ټاكنې په دود كې  بدلون.

 ( 2 ) _ د مشر ژوند دود اوښتې وه .

 ( 3 ) _ د بيت المال كيفيت او څرنګوالى اوښتى و؛ داسې چې بيت المال د مشر شخصي شتمني انګېرل كېده .

 ( 4 ) _ د بيان د آزادۍ پاى ته رسېدل.

 ” د پاچاهي په زمانه كې، وجدانونه بنديان شول ،ژبې وتړل شوې. دود شوه ،چې خوله به يوازې د چاپلوسۍ او ستاينې لپاره خوځېږي؛ خو وجدان ځواكمن و او حق يې نه شو پټولاى؛نو ځكه تړل، ازار، ربړونه او وژنه دود وه “[418]

 لاندى بېلګو ته ځير شئ:

 مروان بن حكم ( د مدينې واکمن)، مسور بن محزمه په دې تور په كوتكونو وواهه،چې ورته يې ويلي وو: ” خبره دې بېځايه ده” او څه موده وروسته چې پر 75 هجرى كال عبدالملك بن مروان مدينې ته راغى، د پېغمبر اكرم پر منبر ودرېد او ويې ويل:

 ” يوازې توره د خلكو علاج دى،كه څوك راته اتق الله ( له خدايه ووېرېږه ) ووائي؛ نو څټ به يې پرې كړم ” .

 5 _ د قضا د آزادۍ پاى

 د دويم خليفه (رضى الله عنه) په زمانه كې،علي ( ك ) خپه شو او خليفه ته يې وويل: تا ولې له ما سره په درناوي خبرې كولې؛خو زما مقابل لورى دې په عادي نوم ياداوه؟خليفه ورته وويل: په دې خپه يې چې له مقابل لوري سره يوځاى يې ؟

 علي ( ك ) ورته وويل: نه! په دې خپه يم ، چې له موږ سره يو ډول چلن نه كوې، ما په كنيه يادوئ او هغه بل نه.[419]

 خو د پاچاهۍ په زمانه كې مالونه ،ځانونه او ابرو د پاچا په مزاج پورې تړلي وو،څوك يې وژل او څوك يې پرېښوول .

 6 _ د شورايي حكومت پاى

 يادونه: د يزيد د ځايناستۍ لپاره څه نمايشي مشورې شوې وې.[420]

  7 _ د توکميزو او ټبريزو تعصبونو راټوكېدل

 8 _ قانون لتاړل .

 په دې زمانه كې  قانون او خلكو ته حرمت او درناوى له منځه تللي و ، “زياد” چې د بصرې او كوفې والي شو؛نو پر منبر يې وينا اوروله ، څو تنو پرې ډبرې وورولې،سملاسي يې حکم وكړ،چې د جومات ورونه وتړئ او په تورو يې بې له محاكمې لاسونه ورپرې كړل .[421]

 دا وې د پاچاهۍ زمانې ځانګړنې.

حسن بصري ( رح ) ويلي:

 طبري روايت كړى،چى حسن بصري ( رح ) ويلي: معاويه بن ابي سفيان څلور ځانګړنې درلودې، كه چېرې يوه يې هم درلوداى؛ نو د هلاكېدو لپاره يې بسيا وه:

 ( 1 ) _ سفهاء او  پرېوتي وګړي يې پر امت لاسبري كړل،حال داچې د هغه په وخت کې ځينې اصحاب او د فضيلت خاوندان هم وو .

 ( 2 ) _ خپل زوى يې ځايناستى كړ، حال داچې تل نېشه او مست و ، ورېښمينې جامې يې اغوستې او ټنګ ټكور يې هم كاوه .

 ( 3 ) _ زياد بن ابيه ته يې خپل ورور ووايه ، سره له دې چې پېغمبر(ص) ويلي دي : اولاد د فراش د خاوند ( د ښځى مېړه ) دى او زناكار بايد سنګسار شي.

 ( 4 ) _ د حجر بن عدى او يارانو وژنه، پر معاويه دې د حجر بن عدى او يارانو د وژنې له امله افسوس وي، … [422]

ارواښاد مودودي په خپله تاريخي څېړنه كې له “محمدى اسلام” نه كږلېچ او انحراف له دې ځايه بولي،چې خلافت پر ملوكيت او پاچاهۍ واوړېد او د “خلافت او ملوكيت” د كتاب شننه پر همدې موضوع ولاړه ده .اروښاد سيد قطب ( عدالت اجتماعي در اسلام ،بخش سيستم سياسي در اسلام) ،عبدالحميد جوده السحاره (ابوذر)، طه حسين (آشوب بزرګ  ) خوارج او زيديه شيعه ، كږلېچ د درېم خليفه (رض ) وروستي شپږ كاله خلافت بولي،چې لومړي شپږ كاله يې د شيخينو (رضى الله عنهما ) په دود تېر كړل او د خلافت پر اوم كال يې هغه دود ته شاكړه او موږ بايد دا شننې د مودوي له شننې سره پرتله كړو،چې د چا دلايل قوي دي.

 بله شننه هم شته او هغه داچې د پېغمبراكرم تر وفات وروسته د ځايناستۍ پر سر اړپېچ د نادودو پيلامه ده “اثنا عشريه” شيعه ځان د همدى شننې پلويان بولي،په دې باب اړوند كتابونه ولولئ او له پورته دوو شننو سره يې پرتله كړئ .

بله شننه هم شته،چې ارواښاد شاه ولي الله محدث دهلوي په ” ازاله الخفاء ” كې  مطرح كړې او هغه دا چې د څلورګونو خلفاوو خلافت الهي تقدير و.

 بايد ووايو چې د تاريخي مسايلو په شننه او څېړنه كې سړى له خپله عقله كار اخلي،سوچ او غور كوي او بيا وروسته دريځ نيسي او د مسايلو د څېړنې دا برخه په مذهبي فقهي اړخ پورې څه اړه نه لري او كېداى شي تاريخي دريځ نيونې له فقهي اړخ سره كوشير شي، د بېلګې په توګه:

 سبط ابن جوزي حنفي ( 654 ه مړ ) خوشال بابا ( 1100 ه مړ )، د افغانستان ستر عالم ، شيخ ابراهيم بن سليمان قندوزي حنفي ( 1294 ه مړ ) او حمزه بابا ( 1992 م مړ ) دوى له فقهي پلوه احناف دي؛خو تاريخي دريځنيونې يې “د دولس ګونو امامانو پر پلوۍ دي ” .

يزيد

 علايلي ليكي: ” د يزيد مور د ” كلبي ” له مسيحي ټبره وه او چې مسلمانه هم شوه، د مسيحيت تر اغېز لاندې وه؛ نو ځكه د يزيد په روزنه كې  مسيحيت اغېز درلوده”.[423]

 د يزيد د اخلاقي شخصيت په باب مسعودي  ليكي:

 ” هغه سرمست ځوان و، شپه و ورځ يې شراب څښل ،ساز او سرود ته يې مخه وه ، بيزوګانې يې ګډولې او ژوند يې پر لهوو لعب تېرا وه “.[424]

 سبط ابن جوزي د يزيد يو شعر را اخلي،چې پښتو مفهوم يې دا دى: “اى نديمانو! راپورته شئ او د مطرب زړه راښكوونكى غږ واورئ، د شرابو پياله پورته كړئ،علمي او مانيزې خبرې پرېږدئ. د چنګ له نغمو د اذان غږ نه اورم او د جنتي حورو پر ځاى مې بوډۍ ساقي غوره كړې ده “.[425]

 پلار يې يزيد ته ليك لېږلى،چې قلقشندي را اخستى دى: “ستا په باب رارسېدلو خبرنو خپه او نهيلى كړى يم . يزيده! ځان دې هلاك او بديو ته دې مخه شوې او فضايل دې پريښي،چې ډېرې ټكې درباندې كېږي. يزيده! كاشكې  نه واى پيدا شوى، چې درته هيلمن واى؛ خو اوس چې ځوان شوى يې؛نو پر مصيبتونو دې اخته كړي يو ، پر تا دې افسوس وي ….”[426]

يزيد له اعتقادي پلوه

 ابن اثير ليكي: ” يزيد د سرجون رومي مسيحي په مشوره عبيدالله بن زياد كوفې ته ولېږه “.[427]

 حال داچې قرآن كريم  وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ(مائده/51 )= مؤمنانو! يهود او نصارى خپل پالندويان (دوستان او ملا تړي) مه نيسئ،چې دوى  (ستاسې په مقابله کې) يو د بل پلوي دي او كه په تاسې كې څوك ورسره همژمنى (او ملګرى) شو؛ نو په واقع کې دى هم د هغوى له ډلې دى . هو! خداى ظالمانوته لار نه ښيي.))

 يزيد ته يې چې د امام حسين عليه السلام سر كېښود؛ نو پر شونډو او غاښونو يې پر همسا وواهه او شعر يې ووايه،چې ابن جوزي  را اخستى او پښتو مفهوم يې دادى:

 ” كاشكې  اوس مې په بدر او احد كې  وژل شوي نيكونه واى، چې كتلي يې واى ،د هغوى غچ مې واخست ،څومره به رانه خوشحاله واى او آفرين به يې راته وايه . بني هاشمو له حكومت سره لوبې وكړې او نوم يې پرې دين كېښود ، حال داچې له آسمانه د وحې څه خبره نشته “.[428]

 له مدينې نه يوه ډله شام ته ولاړه،چې له نژدې حالات وڅاري او هم د كربلا د پېښې په باب څېړنه وكړي ،چې راستنه شوه؛ نو ويې ويل :

له داسې چا راستانه شو، چې دين نه لري، شراب څښي، تمبور غږوي اوسپي هم جنګوي.”

 عبدالله بن “حنظله غسيل الملائكه” وويل :

 ” پر خداى قسم له يزيد راوتلي نه وو،چې پر ځان ووېرېدو، چې له اسمانه راباندې ډبرې ونه ورېږي،يزيد پر خپلې حيا اړ نه دى،شراب څښي او لمونځ نه كوي “[429]

 يزيد د خپلې څلور كلنې واكمنۍ پر لومړي كال د پېغمبر اكرم د لمسي د وژنې حكم وكړ.

شهــادت د خپل نمسى يې د نيكه او ګڼه عين

دى حديث ” حسيــــــن منى و انا من الحســــين “[430]

دوه كاله وروسته يې مدينې ته يو لښكر ولېږه او د ” حره ” زړه بوږنوونكې  پېښه يې رامنځ ته كړه، چې اصحاب او زيات شمېر تابعين پكې  شهيدان شول او له نورو يې د مريينې بيعت واخست.

يزيد د مدينې د پاڅون د ځپلو لپاره د “مسلم بن عقبه” په مشرۍ يو لښكر ولېږه، پاڅون يې وځپه او د لښكر مشر درې ورځې د مدينې ښار لښكر ته آزاد پرېښود، چې خلك ووژني او مالونه يې ولوټوي.[431]

د “حره” پر ورځ اوه سوه د قرآن قاريان او درې تنه د رسول اكرم اصحابان شهيدان شول.[432]

دومره يې ووژل،چې نژدي وو، په مدينه كې څوك ژوندى پاتي نشي. په روايتونو كې راغلي،چې پر هغه ورځ له زرو ښځو سره زنا شوې وه او دوه ځانې شوې وې او په بل روايت كى راغلي،چې په وژل شويو كې د مهاجرينو او انصارو اوه سوه تنه مشران او ازاد شوي مريان وو او پر دوى سربيره په لس ګونو زره نور هم وژل شوي ول .[433]

په روايت كې راغلي،چې لښكر مشر له خلكو داسې بيعت واخست، چې د يزيد بندګان او مريان به وسئ او چې هر څنګه غواړي ستاسې پر مالونو او ځانونه تصرف كولاى شي.[434]

په مدينه كې پاتې خلكو ورسره په همدې توګه بيعت وكړ، بې له “علي بن حسين” (ځكه په پاڅون كې نه و) او “علي بن عبدالله  بن عباس” (چې ماما يې په لښكر كې و) نه او نور هر چا چې له بيعته سرغړاوه، ټول يې ووژل.[435]

پېغمبر اكرم ويلي: څوك چې مدينوال وډاروي،خداى دې هغه ووېروي او لعنت دې پرې وي او د هغه هېڅ عمل نه منل كېږي”.[436]

 بل ځل يې د عبدالله بن زبير (رضى الله عنهما) پسې مكې  ته لښكر ولېږه،

 د كعبې پرده يې څيرې كړه او خونه يې ړنګه

مدينه كې  خونريزي كړي په مكه وړي يرغلونه

د عــــــلي او امـــامــانو كنځل ځاى شول منبرونه

قــــــرآن منــــــع مســــلمان كړ د كفارو له كنځــــــلو

خطــــيبان يزيــــد مجـــبور كړل علي ته په پوچ ويلو

او كه څو نور كلونه پاتې واى؛نو د امام حسين د وړاندوينې له مخې، معلومه نه وه، چې په دين كې  به څه پاتې واى كه نه ؟ [437]

د يزيد كورنۍ ځانګړنه

 له كورني اړخه يزيد د معاويه ځوى د ابوسفيان لمسى دى. ابوسفيان يوويشت كاله د پېغمبر اكرم پر ضد د مشركانو او قريشو مشري پر غاړه درلوده او د مكې  په سوبه كې  تسليم شو،چې بيا ورپسې زوى يې (معاويه) هم راغى او اسلام يې ومانه . د درېم خيلفه (رضى الله عنه) په زمانه كې  ابوسفيان وويل :

 ” د اميه زامنو ! خلافت چې د تيم او عدى ټبرونو ته ورغى؛ نو زه هم ورته په تمه شوم ! اوس چې تاسې ته رسېدلى؛ نو تاسې يې د توپ په څېر پخپلو كې  لاس په لاس كړئ،پر خداى قسم،چې نه جنت شته او نه دوزخ !! ” [438]

   په بل روايت كې  راغلي: پلار يې معاويه له هجري اتلسم كال راهيسې نولس كاله پر شام ( لبنان ، سوريه ، فلسطين ، اردن ) بې له كوم تشويشه واكمن و او علي ( ك )،چې خليفه شو ، له بيعته يې سروغړاوه او يوسلولس ورځې په صفين كې د دواړو لوريو تر منځ جګړه وشوه او پايله يې منځګړتوب شو،چې بيا ورپسې نولس كاله درې مياشتې او څو ورځې پر ټولو مسلمانانو واكمن شو او حكم يې وكړ، چې پر منبرونو په علي پسې كنځلې كوئ .[439]

حال داچې مسلمان ته كنځلې كول فسق او وژل يې كفر دى .[440] بلخوا په روايتونو کې راغلي دي،چې حضرت علي ته کنځل،پېغمبراکرم ته کنځل دي،لاندې روايتونو ته پام وکړئ :

حضرت عبدالله بن جدلي وايي: له ام سلمې رضي الله عنها كره ولاړم، راته يې وويل: په تاسو كې څوك رسول اکرم ته كنځل كوي؟ ورته مې وويل: سبحان الله ! ( له خدايه پناه غواړم) ام سلمه راته وويل: (؛نو) ولې علي ته كنځل كوئ؟ ما له رسول اکرمه اورېدلي: ((څوك چې علي ته كنځلي كوي؛ نو ماته يې كوي .))[441]

ابوبكر بن خالد وايي: سعد بن مالك مې په مدينه كې وليد او راته يې وويل :خبر شوى يم ،چې علي(ک)ته كنځل كوئ. ورته مې وويل : هو  همداسې ده ! راته يې وويل:په خيال مې،چې اوس به هم دا كار كوئ .ورته مې وويل: له خدايه پناه غواړم .راته يې وويل: هيڅكله علي(ک) ته كنځل مه کوه، كه سر مې اره كړي ؛نو علي(ک) ته به كنځل ونه کړم؛ځكه له رسول اکرم مې په دې باب اورېدلي : ((څوک چې علي ته كنځل وكړي؛نو ما ته به يې كړې وي.))[442]

ابن عبدالبر ليكي:

“امام حسن چې ومړ،معاويه تر حج وروسته مدينې ته راغى او غوښته يې چې د رسول اكرم صلى الله عليه و آله پر منبر علي (ك) ته سپكې سپورې ووايي. ورته وويل شو، چې دلته حضرت سعد بن ابي وقاص رضى الله عنه اوسېږي او فكر نه كوم، چې په دې كار به خوښ وي؛ نو څوك ورپسې ولېږه او نظر يې معلوم كړه،حضرت سعد،ورته په ځواب كې وويل: كه داسې دې وكړل؛ نو له جوماته وځم او بيا به هلته ګام كېنږدم؛ نو له ناچارۍ،تر هغه چې حضرت سعد وقاص ژوندى و، حضرت علي ته په مدينه كې كنځلې نه كېدې او كله چې حضرت سعد رضى الله عنه له نړۍ سترګې پټې كړې؛ نو د پېغمبر اكرم پر منبر په علي (ك) پسې كنځلې پيل شوې او خپلو استازيو ته يې حكم وكړ، چې د مسلمينو پر منبرونو په علي (ك) پسې كنځلې كوئ او هغوى هم حكم عملى كاوه.”[443]

ابن عبدالبر زياتوى:” ام المؤمنين ام سلمه بي بي ،معاويه ته وليكل: تاسې په دې كار، پر منبرونو باندې خداى او رسول صلى الله عليه و آله ته كنځلې كوئ؛ ځكه تاسې علي بن ابيطالب او مينوالو ته يې سپكې سپورې وايئ او زه خداى ګواه نيسم،چې خداى او پېغمبر يې علي دوست ګڼي، معاويه دې ليك ته ارزښت ور نه كړ”

ابن ابي الحديد ليكي:”جاحظ راوړي، چې يو شمير بني اميه ، حضرت معاويه ته ورغلل او ورته يې وويل: اميرالمؤمنيه! ته خو خپلو هيلو ته ورسېدې؛ نو څه كېږي، چې په علي پسې له سپكو سپورو لاس واخلې؟

ورته يې وويل: نه ! پر خداى قسم، تر هغه به دې كار ته دوام وركړم، چې ماشومان پر همدې باور ځوانان شي او مشران بوډاګان شي او داسې څوك پيدا نشي،چې د علي فضايل بيان كړي”.[444]

علي(ک) وويل :((قسم پر هغه خداى،چې دا نه زرغونوي او هستي ترې راټوكېږي. اُمي پېغمبر راته وويل او سپارښتنه يې وكړه: (( بې له مؤمن به څوك ستا دوست نه وي او  بې له منافق به څوك درسره كينه نه لري.))[445]

د ترمذي په سننو كې  راغلي: “د مؤمن به له علي سره مينه وي او د منافق به بد ايسي.”

امام احمدحنبل په خپل مسند كې راوړي :عبدالله جدلي ويلي دي: ام سلمه بي بي ته ولاړم او راته يې وويل: په تاسې كې څوك پېغمبر صلى الله عليه و آله ته سپكې سپورې كوي؟ ورته مې وويل: خداى ته پناه وړم (او د دې په څير جمله)

بي بي راته وويل: له پېغمبر اكرم نه مې اوريدلي چې: “هر چا چې علې ته كنځلې وكړې؛ نو ماته به يې كړي وي”.

حضرت عمرو بن ميمون وايي: له حضرت عبدالله بن عباس(رض) سره ناست وم،چې نهه ډلې ورته راغلې او و يې ويل: يا پاڅه او راسره راشه او يا مو  له ابن عباس سره ځان ته پرېږده. دا پېښه هغه مهال وه،چې ابن عباس لا ړوند شوى نه و. ابن عباس ورته وويل: زه درسره ځم. هغوى يو كونج ته ولاړل او له ابن عباس سره په خبرو اترو شول. زه نه پوهېدم  څه خبرې يې كولې. لږ وروسته مې ليدل، چې ابن عباس راروان و او جامې يې څنډلې او پر غوسه لګيا و : تون لعنت دې پر هغه وي، چې داسې سړي ته كنځل او ورپسې خبرې كوي،چې لس ځانګړنې لري،چې نور څوك يې نه لري : (دلته په دې روايت کې د حضرت علي (ک )لس ځانګړنې راوړل شوي دي،چې له ويينې د وتو په موخه يې له راوړو ډډه کوو)[446]

د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله عليه (99-101ه ق) په زمانه كې په علي پسې د كنځلو مخنيوى وشو

دا و د نيكه او پلار له اړخه د يزيد كورنۍ ځانګړنه .

 شپېته كاله مخكې د امام حسين نيکه (پېغمبراكرم) د مشركانو او د قريشو د مشرانو (چې يو يې ابوسفيان دى) له لاسه مكه پرېښوده او مدينې ته مهاجر شو؛ خو شپېته كاله وروسته د همدې پېغمبر لمسى (امام حسين) د ابوسفيان د لمسي (يزيد) له لاسه مدينه پريښوده او مكې ته راځي،ځير شئ ! څه هېښنده بدلون او انقلاب منځ ته راغلى حالات دومره اوښتي، چې يزيد ته د اميرالمؤمنين په نامه له امام حسين نه بيعت اخلي او هغه هم د مروان بن حكم له لارې، هغه چې پلار يي حكم بن عاص پر پېغمبر اكرم ملنډې وهلې او پېښې به يې كولې،چې پېغمبر صلى الله عليه و آله بيا طايف ته وشاړه او د وليد بن عتبه پلار په بدر كې مجاهدينو وژلى و؛نو اوس له دغسې يوې ډلې سره واكمني ده، چې له اسلام، پېغمبر او نبوي كورنۍ سره اوږده ترخه دښمني لري .

د امام حسين د پاڅون لاملونه

 له تاريخي څېړنې څرګندېږي،چې امام حسين د درې دلايلو له مخې راپاڅېد :

(1) په نېكيو امر او له بديو منع او د اسلام پاسوالي: امام ځان د پېغمبر ځايناستى او د دين پاسوال ګاڼه او دايې پر ځان فرض كړې وه،چې د پاچاهي او د جاهليت د پاسوالانو د راپرځېدو  لپاره به راپاڅي،كه چېرې سياسي او پوځي بريا يې په برخه شوه؛ خو ډېره ښه،كه نه په خپلو سپېڅليو سرښندنو به د “محمدي اسلام” رښتونې څېره له دوه  مخو بېله كړي او پخپلو وينو به د حق او باطل تر منځ تلپاتې كرښه وباسي.

  د كربلا په لار كې يې په “بيضه ” كې د حر لښكرو ته وينا كړه:

 ” طبري ليكي: ” خلكو! رسول اكرم  ويلي: څوك چې ويني ظالم واكمن د خداى حرام حلال بولي ، الهي ژمنې نه تر سره كوي، د پېغمبر اكرم له سنتو سره مخالفت كوي او د خداى له بنده ګانو سره په ګناه او تېري چلن كوي او  په لاس او ژبه پرې نيوكې نه كوي؛ نو له خداى سره ښيي، چې هغه د ظالم واكمن پر برخليك اخته كړي. خلكو! پوه شئ، چې دوى “شيطان ” ته غاړه ايښې او د رحمان خداى له اطاعته يې مخه اړولى. فساد يې ښكاره شوى او ا لهي احكامو ته يې شا كړې ده . بيت المال يى په ځان پورې تړلى او شخصي جېب يې ترې جوړ كړى، د خداى حرام يې حلال او حلال يې حرام كړي دي او زه له رسول الله صلى الله عليه و آله سره د خپلوۍ له امله د واكمنۍ او خلافت وړ يم….”[447]

 د غزل بابا وايي :

دامام چې مكمل انسانيت و
يو عنصر پکې غالب ملكيت و
حق يې ځكه وراثت د امامت و
چې هم دى قائم مقام د رسالت و
بل د چا به بې د دوى نه دومره توان و
په ګردن يې چاړه تله او ثنا خوان و
چې يې نېت د تګ و كړى له يثربه
اصحابانو ورته وې عالي نسبه
ته چې درومې دا خبره ده عجبه
جوړ اجل دې اس نيولى له جلبه

 (2) له يزيد سره يې بيعت نه كاوه :

 يزيد ته يې پلار وصيت  كړى و،كه حسين بن علي درسره بيعت ونه كړ؛ نو كار پرې مه لره .[448]

 خو هغه د پلار وصيت و نه مانه او هم يوازي پر حكومت بسيا او قانع نه و؛نو د مدينې والي ته يې امر ولېږه،چې له حسين بن علي نه بيعت واخله. امام له يزيد سره بيعت د اسلام د بشپړ ټغر راټولول ګڼل؛نو ځكه يې مدينه پريښووله او مكې ته راغى.

د غزل بابا وايي :

 اسلام نه مني هيڅكله ديزيد متابعت
 حسين سر شي وركولى نه لاسونه د بيعت

 (3) دكوفې خلك،چې مكې ته د امام له راتګه خبر شول؛ نو ليكونه يې ولېږل،چې موږ دې ملاتړى يو او راشه؛نو دې كار په ظاهره د امام دلايل لانور هم قوي كړل.

محـــــمد او مؤمنــــانو كول ځكــــه جهــــــادونه

چې د خداى پر لار سم كړي دا بې لارې قدرتونه

د اسلا م روح دى جهــــاد له ناروا سره عنــــــــــاد

حمايـــــــت د مظلومــــــــــانو وركول د هـــر فساد

هغه كله مسلمان دى چې خر كېږي د دجــــــــــال

وظيفه د مسلمان ده له دجـــــــــــــــال ســــره جدال

چاچـــــــــې يو قدرت منلى په جهـــــــان كې د الله

اصلي كار يې دى جهان كې جهاد في سبيل الله

د امام حسين د پاڅون بڼه

 (الف) _د شهادت وړاندوينه

 (ب) _ د پېښي شرحه

د شهادت وړاندوينه

 مهم ټكى،چې د عاشورا پاڅون ته يې ځانګړى ارزښت وركړى،دادى چې امام د خپل كار له پايلې، د ځان او يارانو له شهادته خبر و.سره له دې،چې ځينو به ويل كه امام د خپل كار له پايلې خبر واي؛ نو پاڅون يې نه كاوه او ځان يې نه هلاكاوه . اصلاً د عاشورا د پاڅون ارزښت په دې كې دى،چې د هر كار له پايلې خبر و او په ټولو شتو كې د خپلو يارانو او كورنۍ وينې د اسلام د پاسوالۍ لپاره نذرانه كړي.په واقع كې دا د شهادت منطق و، چې پاڅون يې الهي كړ او ټولو مسلمانانو او انسانانو ته بېلګه شو. د عاشورا پاڅون هلا كېدل نه؛بلكې د “محمدي اسلام” د پاسوالۍ لپاره آګاهانه او په ځانخبري توګه له ځانه تېرېدل وو.

 د امام د شهادت داستان د زېږېدو له ورځې راهيسې په متواترو روايتونو سره څرګند دى.

 

د امام حسين د شهادت وړاندوينه

 

١- د “راس الجالوت” روايت

په طبري تاريخ، د بلاذري په انساب الاشراف، د طبراني په معجم او د ابن سعد په طبقاتو کې له “راس الجالوت” او دا يې له پلاره روايتوي چې:

هر وخت چې له “کربلا” تېرېدم؛ نو اس مې ځغلاوه،چې له دې سيمې ژر تېر شم. وايي ومې ويل : ولې؟ ويې ويل : موږ روايتاوه،چې په دې ځاى کې د يو پېغمبر زوى وژل کېږي او زه ډارېږم، چې هسې نه هغه وژل شوى زه وسم او چې حسين ووژل شو، ومو ويل: دا هماغه و چې روايتاوه مو. تر دې وروسته چې دې ځاى ته رسېدم؛ نو په تېزه به ترې نه تېرېدم! [449]

٢- د “کعب” روايت

ذهبي، هيثمي، عسقلاني، ابن کثير او نورو(چې ټول د خلفاوو د ښوونځي پوهان دي) له “عماردهني” روايتوي چې: “علي (ک) د کعب په مخ کې تېر شو او کعب وويل: ددې سړي يو زوى، په يوې ډلې کې وژل کېږي، چې يې د اسونو د خولو تر وچېدو مخکې محمد(ص) ته ورځي! حسن چې تېر شو، وويل شول: دا دى، و يې ويل: نه. حسين چې تېر شو، وويل شول: دا دى، و يې ويل: هو! [450]

 

٣- د  حضرت “اسماء بنت عميس” حديث

له امام سجاد علي بن الحسين زين العابدين روايتوي: “اسماء بنت عميس” خبر کړم: “د حسن او حسين په زوکړې کې مې ستا د نيا فاطمې داييتوب کاوه،حسين چې وزېږېد، رسول الله (ص) راغى او ويې ويل: اسماء! زوى مې راوله. په سپين روڼي کې مې راوست.په ښي غوږ کې يې ورته اذان او په کيڼ کې يې ورته اقامه وويله او بيا يې په غيږ کې کېښود او ويې ژړل.”

اسماء وايي، ومې ويل: مورو پلار مې در ځار، پر څه ژاړې؟! و يې ويل: پر دې زوى مې! ومې ويل: دا خو نوى زېږېدلى! ويې ويل : اسماء! هغه سرغړاندې ډله يې وژني،خداى دې يې زما شفاعت په برخه نه کړي.

بيا يې وويل: اسماء! فاطمه له دې خبرو مه خبروه، چې نوى زېږون يې کړى دى [451].

٤- د حضرت “ام الفضل” حديث

په مستدرک الصحيحين، د ابن عساکر په تاريخ، د خوارزمي په مقتل او نورو کتابونو کې د حارث له لور “ام الفضل” څخه روايتوي چې: رسول الله (ص) ته ورغلم او و مې ويل: “يا رسول الله(ص)! تېره شپه مې يو ناوړه خوب وليد! و يې ويل: څه و؟ ومې ويل: ډېر بد غونى و! و يې ويل: څه و؟ ومې ويل: ومې ليدل لکه چې ستا له بدنه نه يوه ټوټه بېله شي او په لمن کې مې راپرېوځي! رسول الله (ص) وويل: ښه خوب دې ليدلى، انشاءالله د فاطمې به زوى وشي او ستا په لمن کې به پروت وي. تر دې وروسته (د رسول الله د وينا له مخې) فاطمې زما په غيږ کې حسين وزيږاوه.”

يوه ورځ رسول الله(ص) ته ورغلم او حسين مې د هغه په غيږ کې کېښود. وروسته مې وليدل (بې له دې چې ما ته يې پام وي) ژړل يې. و مې ويل: يا رسول الله (ص)! موروپلار مې درځار،څه درباندې وشو؟!

و يې ويل: حبرئيل(ع) راغى او خبر يې کړم، چې ژر به مې امت د ا زوى مې ووژنې! و مې ويل: دا؟ و يې ويل: هو، په وينو کګړه خاوره يې هم را ته رواړه.”

د مستدرک خاوند حاکم نيشاپوري وايي: “دا حديث د شيخينو (بخاري او مسلم) د شرايطو له مخې سم دى؛ خو په خپلو کتابونو کې يې راوړى نه دى. [452]

٥- د خوارزمي د مقتل حديث

“چې حسين يو کلن شو؛نو رسول الله (ص) ته دولس تنه سرې بښنې او په خپرو وزرونو پرښتې راغلى او ويې ويل:”محمده! چې څه پر هابيل تېر شو، ژر به ستا پر زوى حسين هم نازل شي او وروسته به يې د هابيل په خېر ورته بدله وي او د وژونکي ګناه به يې د قابيل په څېر وي.”

وايي: پر رسول الله (ص) د اسمان ټولې پرښتې راکېوتې او د امام حسين د وير تسليت يې ورکړ او د هغه له بدلې يې خبر کړ او خاوره يې ورکړه او رسول الله(ص) هم وويل: خدايه! چا يې چې ملاتړ ونه کړ خوار يې کړه او چا چې وواژه،و يې وژنه او څه چې لټوي مه يې برخمنوه.

چې امام حسين پوره دوه کلن شو،رسول الله(ص) پر يوه سفر ووت او په لار کې ناڅاپه ودرېد او استرجاع (انالله و انا اليه راجعون) يې وويله او ويې ژړل.

وپوښتل شو،څه شوي؟ ويې ويل: دا جبرئيل دى؛ما د فرات د سيند پر غاړه له يوې سيمې خبر وي، چې کربلا ورته وايي،اولاد مې حسين د فاطمې زوى هلته وژل کېږي. وويل شو: يا رسول الله(ص)! څوک يې وژني! و يې ويل: يو تن چې يزيد ورته وايي او خداى دې يې نه برکتي کوي! او لکه چې د ښخېدو ځاى يې وينم  سر يې ډالۍ وړي او هغه به زما د اولاد د حسين سر ته خوشحالۍ ويني، چې زړه او ژبه يې دوه ګونې وي (يعنې پر څه چې ژبه ګواهي ورکوي؛پر زړه به يې نه وي)

راوي وايي: رسول الله(ص) له سفره خپه راستون شو او پر منبر يې يوه خطبه وويله او نصيحت يې وکړ،چې حسين او حسن يې مخې ته وو او وروسته يې د حسين پر سر خپل ښى لاس کېښود او ويې ويل: خدايه! زه محمد ستا بنده او نبي يم او دا دواړه د عترت سپيڅلي او د ځوځات غوره او د نبوت جوړې دي؛هغوى دي چې تر ځان وروسته يې پر ځاى پرېږدم [453].

“پالونکيه! حبرئيل خبر کړم،چې دا زوى مې وژل کېږي او بې ملاتړه کېږي. خدايه! وژنه يې را ته مبارکه او خپله يې د شهيدانو ښاغلى (سيد الشهداء) کړې، چې له وسې دې هر کار پوره دى.

پالونکيه! وژونکى، خاذل او ځانته پرېښوونکى يې له برکته بې برخې کړه. وايي: خلکو په جومات کې ناڅاپه چغې او نارې سوې کړې. رسول الله(ص)وويل: ژاړئ او ملاتړ يې نه کوئ؟! خدايه! ته يې ملاتړ وسه. [454]

٦- د حضرت”زينب بنت جحش” روايت

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونو، مجمع الزوايد او نورو کې له “زينب بنت جحش” روايتوي چې: يوه ورځ رسول الله(ص) په کور کې و او حسين له ما سره و. نوى په درېدو راغلى و، چې يوه شېبه ترې غافله شوم او رسول الله (ص) ته ورغى. رسول الله(ص)وويل: پر خپل حال يې پرېږدئ –تر دې چې ويې ويل – رسول الله(ص) پاڅېد او پر لمانځه ودرېد او حسين يې په غيږ کې ونيو او په رکوع او ناسته کې يې پر ځمکه ايښووه. بيا کېناست او ويې ژړل. ورپسې يې لاسونه پورته کړل، چې لمونځ يې پاى ته ورساوه، و مې ويل: يا رسول الله (ص)! پر دې حال مې کله هم نه وې ليدلى؟! ويې ويل: جبرئيل راغى او خبر يې کړم چې امت مې دا وژني! و مې ويل: خاوره يې راوښيه، او سره بښنه خاوره يې راوړه . [455]

٧- د حضرت “انس بن مالک” حديث

د امام احمد حنبل په مسند، د طبراني په کبير معجم، د ابن عساکر په تاريخ او نورو کې له حضرت “انس بن مالک” څخه روايتوي:

“د باران پر ښتې له خپل پالونکي اجازه وغوښته،چې رسول الله(ص) وويني. خداى اجازه ورکړه او د حضرت “ام سلمې” د پاڼۍ پر ورځ راکېوته. رسول الله(ص) “ام سلمې” بي بی ته وويل: ور څاره چې څوک را نه شي. وايي: پر وره وم چې حسين بن علي راورسېد، بې له دې چې ما ته يې پام وي، ور يې پرانست او ننووت، رسول الله(ص) په غيږ کې ونيو او په موچو يې شو. پرښتې وويل: درته ګران دى؟ و يې ويل: هو. و يې ويل: دا به دا امت ووژني! که د وژنې ځاى يې وينې؛ نو درته يې ښيم. و يې ويل: هو. وايي: د وژني له ځايه يې يو موټى خاوره را واخسته او ور ويې ښووه او يوه اندازه شګه يا سره بښنه خاوره يې راوړه، چې “ام سلمې” بي بي واخسته او په خپلو جامو کې يې کېښوده. ثابت (راوي) وايي: موږ ويل، چې دا کربلا ده!.[456]

٩- د حضرت ” ابو امامة” حديث

د ابن عساکر او ذهبي په تاريخونو، مجمع الزوايد او نورو کې له  حضرت”ابى امامة” روايتوي چې: “رسول الله(ص) خپلو مېرمنو ته ويل: “دا وړوکى- يعنې حسين- مه ژړوئ.” وايي: پر هغه ورځ چې رسول الله(ص) “ام سلمه” بي بي کره و، جبرئيل راکېوت او ننووت. رسول الله(ص)ام سلمې بي بي ته وويل:”څوک مه پرېږده، چې راننووځي.” حسين راغى او چې رسول الله(ص) يې وليد؛نو په ننووتو شو،چې ام سلمې بي بي په غيږ کې ونيو، بوخت يې کړ،چې ارام يې کړي؛ خو ژړا يې ډېره شوه، هغه یې پرېيښود، ننووت او د رسول الله(ص) په غيږ کې کېناست.جبرئيل، رسول الله(ص) ته وويل: امت دې ډېر ژر دا زوى وژني،رسول الله(ص) وويل: “پر ما به ايمان لري او دا به وژني؟!”ويې ويل: هو وژني يې. جبرئيل څه خاوره راواخسته او ويې ويل: په دغسې او هاغسې ځاى  کې. رسول الله(ص) حسين په غېږ کې نيولى بهر راووت. ام سلمې بي بي چې وانګېرله د ماشوم په ورننووتو پرې غوسه دى، ويې ويل: اى رسول الله(ص)، درځار شم، تاسې پخپله ويلي: “دا کوچنى مه ژړوئ” او راته مو وويل چې څوک مه راپرېږدئ، هغه راغى او پرې مې ښـود. رسول الله(ص) څه ونه ويل او خپلو اصحابو کرامو ته ورغى او ويې ويل: “امت مې دا وژني.” په دې ډله کې حضرت ابوبکر او حضرت عمر (رضي الله عنهما) هم وو او د حديث په وروستيو کې دي چې: “خاوره يې ورته ور وښووله. [457]

٩- د حضرت “ام سلمې بې بې” روايت

لومړى –  د ” حضرت عبدالله بن وهب بن زمعه” له خولې:

په مستدرک الصحيحين، د ابن سعد په طبقاتو، د ابن عساکر په تاريخ او نورو کتابونو کې وايي: “ام سلمه – رضى الله عنها – خبر کړم، چې يوه شپه رسول الله(ص) ويده شو او پرېشانه راوېښ شو،بيا ويده شو او تر لومړي حالته ډير لږ خپه راويښ شو. بيا ويده شو او چې راويښ شو سره بښنه خاوره ورسره وه او بويوله يې. ومې ويل: يا رسول الله(ص)! دا د کوم ځاى خاوره ده؟ ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې دا (حسين) په عراق کې وژل کېږي. جبرئيل ته مې وويل: د هغې سيمې خاوره راوښيه چې پکې وژل کېږي! او دا د هغه ځاى خاوره ده.”

حاکم وايي: دا حديث د شيخينو (بخاري او مسلم) د شرايطو له مخې سم حديث دى؛ خو په خپلو کتابونو کې يې راوړى نه دى [458] .

دويم – د حضرت “صالح بن اربد” له خولې:

طبراني، ابن ابى شيبه، خوارزمي او نور ترې روايتوي چې : “ام سلمه – رضى الله عنها – وويل: رسول الله(ص) وويل: “د خونې پر وره کېنه او هيڅوک مه را پرېږده”؛ نو پر وره، ولاړه وم، چې حسين راغى، چې مې  نيوه را نه مخکې شو او خپل نيکه ته ورغى. ومې ويل: يا رسول الله(ص)! خداى مې دې له تا در ځار کړي، ما ته دې وويل چې چا ته د ننووتو اجازه ور نه کړم،زوى دې راغى او چې د رانيوو هڅه مې وکړه رانه مخکې شو او چې وخت ډېر تېر شو او له وره مې کتل؛ نو ومې ليدې،چې دا کوچنۍ دې په غېږ کې نيولى او يو څه په خپلو لاسونو کې اړوې را اړوې او له سترګو دې اوښکې څاڅکي؟! و يې ويل: هو، جبرئيل راغى او خبر يې کړم چې امت مې هغه وژني او دهغه ځاى خاوره يې هم راوړه چې پرې وژل کېږي او دا هماغه ده چې په لاسونو کې يې اړوم را اړوم. [459]

درېيم – د حضرت “مطلب بن عبدالله بن حنطب” له خولې

د طبراني په معجم، ذخائر العقبى، مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې ترې روايتوي چې: “ام سلمې بي بي  وويل: يوه ورځ رسول الله (ص) زما په خونه کې ناست و او راته يې وويل: “هیڅوک دې نه راځي.” زه منتظره وم، چې حسين راغى، بيا مې د رسول الله (ص) د ژړا غږ واورېد، تر څار وروسته مې وليدل چې حسين يې په غيږ کې و او رسول الله(ص) يې مخ موږې او ژاړي. ومې ويل: پر خداى قسم پوه نه شومه چې حسين څه وخت ننووت، ويې ويل: جبرئيل را سره په خونه کې دى او پوښتي: درته ګران دى؟ وايم: هو، تر ټولې نړۍ راته ګران دى، وايي: امت به دې ډېر ژر هغه پر يوه ځمکه چې کربلا ورته وايي ووژني.” جبرئيل د هغه ځاى يو مقدار خاوره راواخسته او رسول الله (ص) ته يې وښوده او حسين چې د شهادت پر مهال محاصره شو،ويې پوښتل: ددې ځاى نوم څه دى؟

وويل شول: کربلا! و يې ويل: خداى او رسول الله (ص)رښتيا وويل د کرب و بلا سيمه ده [460].

څلورم – د حضرت “شقيق بن سلمة” له خولې

د طبراني په معجم،د ابن عساکر په تاريخ،مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې له  حضرت “ابى وائل شقيق بن سلمة” روايتوي چې:

“ام سلمې بي بي وويل: په خونه کې مې حسن او حسين د رسول الله (ص) په مخ کې لوبې کولې چې جبرئيل راکېووت او و يې ويل: يا محمده! امت دې تر تا وروسته د ا زوى وژني – په لاس يې حسين ته اشاره وکړه – رسول الله (ص) وژړل او په غيږ کې يې ونيو،بيا يې وويل: دا خاوره دې له تا سره امانت وي. بيا يې هغه بوى کړه او ويې ويل: له کرب و بلا افسوس. وايي: رسول الله(ص) وويل: ام سلمې! چې دا خاوره وينه شوه؛نو پوه شه، چې زوى مې وژل شوى دى. وايي: ام سلمې بي بي دا خاوره په ښېښه يې لوښي کې واچوله او هره ورځ يې ورته کتل او ويل يې : په رښتيا، پر هغه ورځ چې ته پکې وينه کېږې؛ نو ډېره ستره ورځ به وي!”

پينځم – د حضرت “سعيد بن ابى هند” له خولې:

د ابن عساکر په تاريخ، ذخائرالعقبي، تذکرة خواض الامة او نورو کتابونو کې له حضرت “عبدالله بن سعيد بن ابى هند” له خپل پلار حضرت سعيد يې روايتوي چې:

“ام سلمې – رضى الله عنها – وويل: رسول الله (ص) مې په خونه کې ويده و،چې حسين راغى،پر وره کېناستم او پرېمېنښود چې هسې نه ننووځي او رسول الله (ص) راويښ کړي. بيا مې يو څه ته پام شو او بې پروا شوم چې ټوپ يې کړ او ننووت او د رسول الله(ص) پر خېټه کېناست،بيا مې د رسول الله(ص) د ژړا غږواورېد. سملاسي راغلم او ومې ويل: يا رسول الله(ص)! پر خداى قسم پوه نه شوم چې څنګه راغى،ويې ويل: جبرئيل راغى – چې حسين مې پر خېټه ناست و –  راته يې وويل: دا درته ګران دى؟ ومې ويل: هو، ويې ويل: دا امت دې ډېر ژر هغه وژني! اياهغه خاوره دروښيم، چې دا پرې وژل کېږي؟ ومې ويل: هو، پر ځمکه يې خپل وزر وواهه او دا خاوره يې راوړه. ام سلمې وويل: ناڅاپه مې وليدل چې په لاس کې يې سره بښنه خاوره ده،ژاړي او وايي: کاشکې پوهېداى، چې تر ما وروسته دې څوک وژني . [461]

شپږم- د حضرت “شهر بن حوشب” له خولې:

د امام احمد حنبل په فضايلو،د ابن عساکر په تاريخ، ذخائر العقبي اونورو کتابونو کې ترې روايتوي چې:

“ام سلمې بي بي وويل: حبرئيل له رسول الله(ص) سره و او حسين له ما سره، حسين وژړل او پرې مېښود، چې رسول الله(ص) ته ورشي.جبرئيل وويل: محمده! دا درته ګران دى؟ ويې ويل: هو، ويې ويل: امت دې ژر دا وژني! او ايا د هغې سيمې خاوره دروښيم، چې دا پکې وژل کېږي؟ بيا يې هغه خاوره وروښوده او معلومه شوه، چې هغې سيمې ته کربلا وايي . [462]

اووم- د “داود” له خولې:

د ابن عساکر په تاريخ او نورو کتابونو کې له داود څخه ورايتوي چې :

“ام سلمې بي بي وويل: حسين،رسول الله(ص) ته ورغى او رسول الله (ص) خپه شو.ومې پوښتل: يا رسول الله(ص)!څه درباندې وشو؟ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې دا زوى دې وژل کېږي او پر وژونکي يې خداى سخت غوسه دى. [463]

١٠- د حضرت “عايشې” بي بي روايات

لومړى- د حضرت “ابى سلمة” له خولې:

د ابن عساکر په تاريخ، د خوارزمي په مقتل، مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې له حضرت “ابى سلمة بن عبدالرحمان” له عايشې بي بي روايتوي چې:

“رسول الله(ص) حسين پر خپل ورون کېناوه،چې جبرئيل راغى او ويې ويل: دا دې زوى دى؟ ويې ويل: هو. و يې ويل: پوه شه چې امت دې يې تر تا وروسته وژني! د رسول الله(ص) اوښکې توى شوى او جبرئيل وويل: که غواړې هغه سيمه دروښيم چې پکې وژل کېږي، ويې ويل: هو. جبرئيل د طف د سيمې څه خاوره ور وښوده.”

په بل روايت کې وايي: جبرئيل په عراق کې د طف سيمې ته اشاړه وکړه او سره بښنه خاوره يې را واخسته او رسول الله(ص) ته يې وروښووه او و يې ويل: دا يې د شهادتځي خاوره ده . [464]

دويم- د حضرت “عروة بن زبير” له خولې:

د طبراني په معجم او نورو کتابونو کې له حضرت “عروة” له “عايشې” بي بي روايتوي چې: “حسين بن علي- رضى الله عنه- رسول الله(ص) ته ورغى او رسول الله(ص) د وحې موندنې پر حال و او ملا يې کړوپه وه،چې پر شا يې وروخوت او پر لوبو شو. جبرئيل، رسول الله(ص) ته وويل : دا درته ګران دى؟ ويې ويل: جبرئيله! زوى به راته ګران نه وي؟ و يې ويل: امت دې يې تا وروسته وژني! بيا نو جبرئيل لاس وغځاوه او سپينه خاوره يې راوړه او و يې ويل: دا زوى دې په دې سيمه کې وژل کېږي،چې طف نومېږي. جبرئيل چې له رسول الله(ص) ولاړ، له رسول الله (ص) سره په موټي کې خاوره وه ژړل يې او ويې ويل: عايشې! جبرئيل خبر کړم چې زوى مې حسين په طف سيمه کې وژل کېږي او تر ما وروسته امت مې په فتنه کې لوېږي. بيا په ژړا خپلو اصحابو کرامو ته ووت چې حضرت علي،حضرت ابوبکر،حضرت عمر، حضرت خذيفه ، حضرت عمار او حضرت ابوذر (رضى الله عنهم) پکې وو،دوى وويل: رسول الله(ص)! څه ژړوي؟! ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې زوى مې حسين تر ما وروسته په طف سيمه کې وژل کېږي او دا خاوره يې راوړه او خبر يې کړم چې هلته يې شهادتځى دى [465].”

درېيم- د  حضرت “مقبري” له خولې:

د ابن سعد په طبقاتو او د ابن عساکر په تاريخ کې له حضرت “عثمان بن مقسم” له حضرت “مقبري” له “عايشې بي بي” روايتوي چې:

“رسول الله (ص) ويده و،چې حسين راغى او ورغى، لرې مې کړ او پر بل چار لګيا شوم؛ خو حسين ځان ور ورساوه او رسول الله (ص) ويښ او پر ژړا شو.

ومې ويل: ولې ژاړې؟ و يې ويل: جبرئيل هغه خاوره راوښووه،چې حسين پرې وژل کېږي،پر هغه خداى سخت غوسه دى، چې وينه يې تويوي؛بيا هغه موټى يې پرانست چې خاوره او شګه پکې وه او ويې ويل: عايشې! پر هغه مې قسم چې زما سا يې په واک کې ده،دا مې خپه کوي! دا مې کوم امت دى، چې تر ما وروسته حسين وژني؟ [466]

څلورم- د حضرت “عبدالله بن سعيد” له خولې:

له پلاره يې له عايشې بي بي روايتوي چې:

“حسين بن علي، رسول الله(ص) ته ورغى او رسول الله(ص) وويل: عايشې! نه حېرانېږې چې اوس داسې يوه پرښته راغله چې تر اوسه راغلې نه وه. راته يې وويل: دا زوى مې وژل کېږي او ويې ويل: که غواړې هغه خاوره درښيم،چې هلته وژل کېږي، پرښتې لاس اوږد کړ او سره بښنه خاوره يې را وښووله.[467]

پينځم- د حضرت “سلمة” بي بي يا حضرت “عايشې” بي بي حديث

د امام احمد حنبل په مسند کې او فضايلو، د ابن سعد په طبقاتو او د ذهبي په تاريخ الاسلام او سيرالنبلاء او مجمع الزوايد کې له حضرت “عبدالله بن سعيد” له پلار يې له “عايشې بي بي” يا “ام سلمې بي بي” (شک د عبدالله دى) روايتوي چې: “رسول الله (ص) په دې دواړو کې يو ته وويل: په کور کې داسې يوه پرښته را نازله شوه،چې تردې وړاندې راغلې نه وه،راته يې وويل: دا زوى حسين دې وژل کېږي،که غواړې چې د هغې سيمې خاوره در وښيم چې پکې وژل کېږي.ويې ويل: بيا يې سره بښنه خاوره راوايسته.[468]

١١- د حضرت “معاذ بن جبل” روايت

د طبراني په معجم،د خوارزمي په مقتل او کنزالعمال کې له حضرت “عبدالله بن عمرو بن عاص” روايتوي، چې حضرت “معاذ بن جبل” ورته روايتوي چې:

“رسول الله (ص) په غوسه راغى او ويې ويل: زه محمد يم، د کلام پيل او پاى يې را باندې لورولې ده؛ نو چې پر څو په تاسې کې يم لاروي مې وکړئ او چې له نړۍ ولاړم؛ نو د خداى عزوجل پر کتاب پابند وسئ، حلال يې حلال او حرام يې حرام وبولئ، چې مرګ مو راورسي او روح مو ومومي، دا د خداى حتمي حکم دى، چې فتنې به د تکې تيارې شپې په څېر در خپرې شي. چې پېغمبران ولاړل؛ نو ورپسې راغلل (تر دې چې) نبوت نسخ شو او پر حکومت واوړي.د خداى لورنه دې پر هغه وي،چې حق يې پوره کړي او پر کوم ډول چې ورننووتى ترې ووځي!

معاذه! ونيسه او وشمېره! حضرت معاذ (رض) وايي: چې پينځو ته ورسېدم، ويې ويل: “يزيد! خداى دې يزيد مبارک نه کړي!” ويې ژړل او و يې ويل: “د حسين له مرګه يې خبر کړم، خاوره يې راته راوړه او وژونکى يې را وپېژانده، پر هغه قسم چې ساه مې يې په واک کې ده،حسين به د هغه قوم په مخکې ووژل شي،چې خداى يې زړونه اړولي وي او شرير يې پرې برلاس وي او د اختلاف، درز او خپرېدو ورېدو جامې يې ور اغوستې وي! بيا يې ويل: له يوه سرغړانده خليفه د آل محمد پر ځوځات دريغ چې (په ناحقه مې) ځايناستى کېږي او زما د ځايناستي ځايناستى وژني…[469]

١٢- د حضرت “سعيد بن جمهان” روايت

ابن عساکر، ذهبي او ابن کثير په خپلو تاريخونو کې له حضرت”سعيد بن جمهان” روايتوي:”رسول الله (ص) ته جبرئيل د حسين د شهادتځي له څه خاورې سره راغى او ويې ويل: د هغه ځاى نوم کربلا دى او رسول الله(ص) وويل: کرب و بلا! [470]

١٣- د حضرت “ابن عباس” روايت:

لومړى- د حضرت الضحى” له خولې:

 خوارزمي په مقتل کې له  حضرت الضحى” له حضرت “ابن عباس” څخه روايتوي: “موږ ګرد سره اهل البيت شکمن نه وو، چې حسين بن علي به د “طف” په سيمه کې ووژل شي.[471]

 دويم- د حضرت “سعيد بن جبير” له خولې:

ابن عساکر په خپل تاريخ کې له دې له حضرت “ابن عباس” روايتوي چې:

“خداى تعالى وحې را ولېږله، چې محمده! د “يحيى بن زکريا” له امله مې اويا زره هلاک کړل او ستا د لور زوي له امله به اويا زره او اويازره هلاک کړم .[472]

ددې روايت پاتې برخه به (د خداى په مرسته) د “امام حسين د شهادت” په باب کې راوړو.

د اهل البيتو د ښوونځي د لارويانو په کتابونو کې هم،ابن قولويه په “کامل الزيارات” کې له رسول الله(ص) اوه روايتونه راوړي دي [473].

١٤- د حضرت “علي (ک)” روايات

لومړى- د حضرت “ابي حبرة” له خولې:

طبرانې په معجم کې د امام حسين د حالاتو په شرح کې له حضرت “ابى حبرة”  روايتوي چې: له علي (ک) سره تر کوفې ملګرى وم. پر منبر يې د خداى تر ستاېنې وروسته وويل: که په مخ کې مو ستاسې د پېغمبر ځوځات پر کړاو اخته شي؛ نو څرنګه به ياست؟ وويل شو: که داسې وشو، په اړه به يې دا الهي ازمېنه ښه تېره کړو. و يې ويل: پر هغه قسم چې زما ساه يې په واک کې ده، هرومرو ستاسې په مخ کې پر کړاو اخته کېږي او تاسې به پرې راپاڅئ او مسلماً چې وژنئ يې! بيا يې وويل:

په چل يې جګړې ته راوست او پخپله پر شا شول او سوکالي يې غوړه کړه حال دا چې دا جګړه نه کومه سوکالي ده او نه کوم عذر! [474]

دويم- د حضرت “هاني بن هاني” له خولې:

د طبراني په معجم، د ابن عساکر په تاريخ، د ذهبي په تاريخ الاسلام او نورو کتابونو کې له حضرت “هاني بن هاني” له “علي” (ک) روايتوي چې: “حسین به په خورا سخته ووژل شي، او زه د هغې سيمې خاوره پېژنم، چې پکې وژل کېږي، دوو نهرونو ته په نژدې سيمې کې وژل کېږي .[475]

درېيم- د “خوارزمي په مقتل کې”

“امير المؤمنين علي (ک)”صفين” ته پر لار په کربلا راکوز شو او ابن عباس(رض) ته يې وويل: دا سيمه پېژنې؟ و يې ويل: نه، ويې ويل: که دې پېژندله؛نو زما په څېر به دې ژړل! بيا يې سخت وژړل او ويې ويل: زما له آل ابوسفيان سره څه کار؟! بيا يې حسين ته پام شو او ويې ويل :” زويه زغمناک اوسه،چې بابا دې له هغوى په څو ځل هماغه څه ليدلي چې وروسته يې ترې وينې .[476]

څلورم- په صفين کې د حضرت “حسن بن کثير” له خولې:

دا له خپل پلاره روايتوي چې:”علي (ک) “کربلا” ته راغى او تم شو. وويل شو: اميرالمؤمنينه! دا “کربلا” ده؟ و يې ويل: د کرب او بلا خاونده! بيا يې خپل لاس هغه ځاى ته اشاره وکړه او ويې ويل: دا يې وژنتون دى . [477]

پينځم- د حضرت”اصبغ بن نباته” له خولې:

په ذخائر العقبى او نورو کتابونو کې له حضرت”اصبغ” روايتوي چې:

“له علي (ک) سره راغلو،چې د حسين د قبر ځاى ته راورسېدو. علي (ک) وويل: دا يې تم ځاى دی! دا يې د بار را کوزولو ځاى او دا يې وژنتون دى! د آل محمد ځوانان په دې ناو کې وژل کېږي او آسمان او ځمکه پرې ژاړي. [478]

شپږم- د حضرت “غرفه ازدي” له  خولې:

په اسدالغابه کې ترې روايتوي چې:

“د علي (ک) په اړه يو ډول شکمن شوم؛ځکه د فرات رود پر غاړه ورسره ملګرى وم،چې له لارې بېل شو او ودرېد او موږ هم ترې راچاپېره شو، بيا يې په خپل لاس اشاره وکړه او ويې ويل: دا ځاى يې د بار را کېوتو،تم ځاى او وژنتون دى! پلار مې له هغه ځار،چې بې له خدايه په ځمکه او اسمان کې هيڅ مرستندوى نه لري! نو هغه وخت چې حسين ووژل شو،د باندې راووتم او هغه ځاى ته ورسېدم چې پکې وژل شوى وو؛نو ومې کتل چې کټ مټ هماغه و،چې علي(ک) ويلى و! وايي: نو ځکه له خدايه مې د هغه شک په اړه بښنه وغوښته اوپوه شوم چې علي (ک) يوازې هغه څه کول، چې دنده ورکړاى شوې وه. [479]

اووم- د حضرت “ابي جحيفه” له خولې:

نصر بن مزاحم د “صفين” په کتاب کې ترې روايتوي چې:

“عروه بارقي، سعيد بن وهب ته ورغى او ما يې پوښتنې اورېدې: هغه داستان دې ياد دى،چې له علي بن ابيطالب دې راته ووايه؟ ويې ويل: هو،”مخنف بن سليم”، “علي” (ک) ته ولېږلم،په کربلا کې ورغلم. ومې کتل چې په خپل لاس اشاره کوى او وايي: دلته! دلته! يو تن ورته وويل: اميرالمؤمنينه! دلته به څه وي؟ ويې ويل: دلته د آل محمد عزتمن تمېږي،له تاسې دې پر هغوى افسوس وي او له هغوې دې پر تاسې افسوس وي! سړي وويل: ددې مانا څه ده؟ و يې ويل: له تاسې پر هغوى افسوس؛ دا ځکه چې هغوى وژنئ! او له هغوى پر تاسې افسوس؛ دا ځکه چې خداى مو له دې امله اور ته بوځي!”

دا کلام ترې په بل ډول هم هم روايت شوى دى:

“له هغوى پر تاسې افسوس او چې څه پرې تېرېږي پر تاسې افسوس! سړي وويل: له هغوى پر موږ افسوس پوه شو؛خو څه چې پرې تېرېږي پر موږ افسوس مانا پوه نه شو؟ ويې ويل: وژنه يې وينئ؛ خو مرسته يې کړاى نه شئ!”

اتم- د حضرت “عون بن ابى جحيفه” له خولې:

ابن عساکر په خپل تاريخ کې ترې روايتوى چې:

د حضرت “ابى عبدالله جدلي” کور ته مخامخ ناست وو،چې حضرت “ملک بن صحار همداني” راغى او و يې ويل: د پلاني کور راوښيه. وايي ورته مو وويل: څوک به ورپسې ولېږو،چې راشي؟ چې راغى ورته يې وويل: ياد دې دي،چې حضرت “ابومخنف”،اميرالمؤمنين ته ولېږلو او هغه د فرات په غاړه راته وويل: دلته هرو مرو د آل محمد څه سپاره تمېږي او پرې تېرېږي او وژني يې؛نو له هغوى دې پر تاسې افسوس وي او له تاسې دې پر هغوى افسوس وي؟!”

نهم- د “ابن کثير تاريخ” روايت

حضرت محمد بن سعد او  نور وايي:

“علي (ک) صفين ته پر لار، “کربلا” او د “اشجار الحنظل” سيمې ته ورسېد او ددې ځاى نوم يې وپوښت. وويل شو: کربلا. ويې ويل: کرب و بلا! نو تم شو او د هغه ځاى تر يوې ونې لاندې يې لمونځ وکړ او- يو ځاى ته په اشارې يې- وويل: دلته داسې کسان شهيدان کېږي (چې بې له اصحابو کرامو) غوره شهيدان دي او بې حسابه جنت ته ځي. دا ځاى په يوه څه نښه کړ او وروسته حسين هلته ووژل شو.[480]

لسم- د “مسند احمد” روايت

د احمد په مسند، د طبراني په معجم، ابن عساکر په تاريخ او نورو کتابونو کې له حضرت “عبدالله بن نجى” له پلاره يې روايتوي چې:”له علي (ک)سره صفين ته روان وو، چې “نينوا” ته ورسېدو. ناڅاپه علي (ک) چغه کړه: يا ابا عبدالله د فرات په غاړه زغمناک وسه: يا ابا عبدالله د فرات په غاړه زغمناک وسه! و مې ويل: څه ته؟ و يې ويل: يوه ورځ رسول الله(ص) ته ورغلم او ژړل يې. ومې ويل: يا رسول الله(ص)! چا غوسه کړى يې؟ولې ژاړې؟ ويې ويل: (نه) بلکې همدا اوس جبرئيل راسره و او خبر يې کړم چې حسين د فرات پر غاړې وژل کېږي او ويې ويل: غواړې چې خاوره يې بوى کړې؟ ومې ويل: هو. لاس يې وغځاوه او يو موټى خاوره يې راکړه او بې اختياره مې وژړل . [481]

په بل روايت کې:

“صفين ته تلو، د “نينوا” اړخ ته چې ورسېدو،علي (ک) چغه کړه: يا ابا عبدالله له فرات سره زغم وکړه يا ابا عبدالله له فرات سره زغم وکړه! ومې ويل: ابو عبدالله څوک دى؟ – تردې چې و یې ويل: – غواړې چې خاوره يې بوى کړې؟…..[482]

يوولسم- د حضرت “عامر شعبي” له خولې:

د ابن سعد په طبقاتو، د ابن عساکر په تاريخ، د ذهبي په تاريخ الاسلام او په تذکرة الخواص الامه کې له “عامر شعبي” څخه روايتوي چې: “علي د فرات په غاړه وويل: ابا عبدالله زغم کوه! بيا يې وويل: رسول الله(ص) ته ورغلم او ژړل يې. ومې ويل: کومه ناوړه پېښه شوې؟ ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې حسين د فرات په غاړه وژل کېږي. وروسته يې راته وويل: خوښه دې ده،چې خاوره يې دروښيم؟ ومې ويل: هو. يو اورغوى خاوره يې را واخسته او زما په اورغوي کې يې کېښووه او بې اختياره مې وژړل.[483]

دولسم- د حضرت “کديرالضبي” له خولې:

ابن عساکر له حضرت “کدير خبي” روايتوي چې:

“له علي سره په کربلا او د سپېلنو په بوټو کې وو،ناڅاپه يې يوه پچه را واخسته، ويې موښله، بوى يې کړه او و يې ويل: خداى له دې ځايه يو قوم غوره کوي،چې بې حسابه جنت ته ځي. [484]

ديارلسم- د حضرت “هر ثمه” له خولې:

وايي: “له علي (ک) سره د “کربلا د نهر” پر غاړه وم؛ يو بوټي ته ورسېدو چې لاندې ترې د هوسۍ پچې وې. يو موټى يې ترې را واخستې، بوى يې کړې او و يې ويل: له دې اويا زره تنه محشورېږي،چې بې حسابه جنت ته ځي. [485]

د “هرثمه” روايت او په کربلا او چاپېريال کې يې له علي (ک) سره ملګرتوب بېلابېلو وګړيو روايت کړى، چې هر راوي – لکه چې لولو يې – د بل راوي وينا تاييدوي:

الف- د هرثمه د خادم حضرت “نشيط” روايت:

مولا مې هرثمه له صفين څخه راستون شو او کتو ته يې ورغلو،سلام مو پرې واچو،چې يوه مېږه تېره شوه او پچې يې وکړې. ويې ويل: دې مېږې يو کيسه راياده کړه: له علي (ک) سره له صفين څخه را ستنېدو چې کربلا ته ورسېدو. د ګهيځ لمونځ مو په بوټو کې وکړ او بيا يې د هوسيو څه اندازه پچې را واخستې، په لاس يې وموښلې، بوى يې کړې موږ ته يې وويل: په دې ځاى کې يو قوم وژل کېږي، چې بې حسابه جنت ته ځي![486]

ب- د  حضرت”ابي عبدالله الضبي” روايت

وايي: چې “هرثمه ضبي” له علي (ک) سره له صفين څخه راستون شو، ليدو ته يې ورغلوو، د خپلې هټۍ پر وره ناست و، چې مېږه يې راورسېده او پچې يې واچولې او خپلې ښځې “جرداء” ته يې [چې د علي(ک) له سر سختو پلويانو وه] وويل: دې پچو د علي داستان را ياد کړه! وويل شول: څه کيسه وه؟ ويې ويل: له صفين څخه په راستنېدو کې کربلا ته ورسېدو.علي(ک) د سپېلنو په ګڼو بوټو کې د ګهيځ لمونځ راکړ او بيا يې د هوسيويو پچې را واخستې، بوى يې  کړې او ويې ويل: آه، آه! په دې بېديا یا دښته کې يو قوم وژل کېږي،چې بې حسابه جنت ته ځي! راوي وايي: مېرمن يې “جردا” له کوره غږ کړ: کوم يو څېز يې نه منې؟څه يې چې ويلي تر تا ښه پوهېږي! [487]

ج- د حضرت “ابي عبيده” له خولې:

وايي: “هرثمه وويل: د “صفين” په جګړې کې د علي (ک) په ملګرتوب مو جګړه وکړه. کربلا ته چې را ورسېدو، لمونځ يې راکړ او چې سلام يې وګرځاوه، د هغه ځاى يو اورغوى خاوره يې را واخسته، بوى يې کړه او و يې ويل: اى خاورې مزې دې وکړې، چې يو قوم به درنه راپاڅي، چې بې حسابه په جنت ته ولاړ شي! وايي: “هرثمه” چې له جګړې راستون شو خپلې مېرمن “جردا بنت سمير” ته يې (چې د علي لاروۍ وه) وويل: له مولا دې ابى الحسين حېرانه نه کړم؟ په کربلا کې چې تم شو، يو اورغوى خاوره يې را واخسته، بوى يې کړه او و يې ويل: اى خاورې مزې دې وکړې، چې يو قوم درنه راپاڅي، چې بې حسابه جنت ته ځي! هغه له غيبو څه خبر دى؟ مېرمن يې وويل: سړيه، پر خپل حال مې پرېږده، چې امير المؤمنين يوازې حق ويلى دى!”

وايي: “هغه مهال چې “عبيدالله بن زياد” خپل لښکر د حسين او يارانو پر لور يې ولېږه،زه هم پکې وم او چې حسين او ملګرو تم ځي ته يې راورسېدو،هغه ځاى چې له علي (ک) سره پکې کوز شوي وو او کوم ورغوى خاوره يې چې را اخسته او کومه خبره يې چې کړې وه، ټولې مې را يادې کړې او خپل راتګ مې ښه و نه باله؛ نو له اس سره مې حسين ته ورغلم، سلام مې پرې واچو او په دې ځاى کې چې د هغه له پلاره مې څه اورېدلي و، ورته مې وويل.

امام حسين وويل: ته له موږ سره يې يا پر ضد مو يې؟ ومې ويل: د رسول الله (ص) زويه! نه له تا سره يم، نه دې پر خلاف يم. ښځه او اولادونه مې يوازې پرېښودي او له ابن زياده ډارېږم چې زيان ور ورسوي.

امام حسين وويل: وګرځه چې زموږ وژل کېدل ونه وينې،چې قسم پر هغه چې د محمد روح یې په واک کې دى،چې څوک نن زموږ وژنه ويني او ملاتړ مو و نه کړي، خداى به يې جهنم ته بوځي. وايي: او بېديا ته وتښتېدم، چې د هغوى وژنه مې و نه ليده!” [488]

د- د حضرت “جرداء بنت سمير” له خولې:

وايي: مېړه مې “هرثمه” وويل: “له علي سره يو جګړې ته ولاړو او په لار کې کربلا ته ورسيد، تر يوې ونې لاندې کوز شو او لمونځ يې وکړ. بيا يې له ځمکې څه خاوره را واخسته، بوى يې کړه او و يې ويل: خاورې مزې دې وکړې! يو قوم درباندې وژل کېږي، چې بې حسابه جنت ته ځي! وويل: له دې جګړې راستانه شوو او علي (ک) ووژل شو او دا کيسه مې هېره شوه. وايي: زه په يوه لښکر کې وم،چې د امام حسين پر لور روان و. هغه ځاى ته چې ورنژدې شو،پر هغه ونه مې نظر ولګېدو او تېره کيسه مې راياده شوه. له اس سره مې حسين ته ورغلم او ومې ويل: د رسول الله (ص) د لور زويه يو زېرى درباندې وکړم! او کيسه مې ورته وړه.امام حسين وويل: له ما سره يې يا مې پر ضد يې؟ ومې ويل: نه درسره يم او نه دې پر ضد يم! کورنۍ او څه او څه مې يوازې پرېښودې دي. راته يې وويل: که له موږ سره نه يې؛نو وګرځه، پر هغه قسم چې د حسين سا يې په واک کې ده؛ چې څوک مو وژل وويني؛ نو دوزخ ته به ځي! نو په تېښته راوګرځېدم، چې د هغوى وژنه مې ونه ليده.[489]

څوارلسم- د حضرت “شیبان بن مخرم” روايت

دا د حضرت عثمان (رض) پلوى و او د علي (ک) دښمن و، وايي: “له علي (ک) سره “صفين” ته ولاړو، چې يو ځاى ته ورسېدو.و يې پوښتل: دا ځاى څه نومېږي؟ ومو ويل: کربلا. ويې ويل: کرب و بلا! وايي: بيا پر خپلې سپرلى سپور شو او ويې ويل: دلته يو قوم وژل کېږي،چې د ځمکې پر مخ غوره شهيدان دي، د رسول الله(ص) شهيدان نه دي! وايي ومې ويل: د کعبې پر خداى قسم چې دا يې له دروغو ځنې دي. بيا مې خپل مري ته وويل چې د هغه مړه خره د پښې هډوکې راوړه او په کوم ځاى کې چې ناست و، ومو ټومبه. چې امام حسين ووژل سو خپل يارانو ته مو وويل: راځئ چې ورشو او څېړنه وکړو. ولاړو او هغه ځاى ته چې ورسېدو؛نو ومو ليدل چې د حسين بن علي تنه د هماغه ټومبلي هډوکې تر څنګ وه او د اصحابو تنې په شاو خوا کې وې [490]

ابن قولويه په “کامل الزيارات” باب: “قول امير الؤمنين فى قتل الحسين” کې څلور حديثونه راوړي دي . [491]

پينځلسم- د حضرت انس بن حارث روایت او دهغې شهادت

په بخاري تاریخ او ابن عساکر او نورو سرچینو کې راغلي،چې انس بن حارث، د نبیه لمسی، مخکې له دې،چې کربلا ته روان شي او د امام حسین د یارانو په ډله کې ووژل شي؛نو ده ویلي وه: خپله مې له رسول الله (ص) څخه اورېدلي،چې ویې ویل: دا زوی (حسین) به مې د کربلا پر ځمکه ووژل شي، نو چې هر څوک پر هغه ورځ وي؛نو باید یاري یې وکړي . د رسول الله(ص) د همدې سپارښتنې له امله انس بن حارث کربلا ته ولاړ او د امام حسین د یارانو په ډله کې شهید شو.

د “مثير الحزان” په کتاب کې وايي: “انس بن حارث کاهلي” دا رجز وايه او د جګړې ډګر ته ولاړ:

قد علمت كاهلنا وذودان

والخندفيون وقيس عيلان

باءن قومى افة للاقرآن

يا قوم كونوا كاسرد خفان

واستقبلوا القوم يضرب الان

آل على شيعة الرحمن

“د کاهل، ذوذان،خندف خېل او قيس عيلان ټبرونه پوه شوي چې زما قوم خپل سيالان نابود او ورکوي!

قومه!اوس د تېزو پنجو د زمريو په څېر دښمن ته مخه کړئ چې: آل علي د رحیم خداى او آل حرب د شيطان لارويان دي.[492]

١٦- د بني اسد د ټبرد  يوه تن روايت

“عريان بن هيثم” وايي: پلار مې په دښته کې اوسېده او هماغه يې د اوسېدانى ځاى و،چې وروسته د حسين د وژلو ځای شو او چې موږ هغې درې ته تلو؛نو هلته د”بني اسد د ټبر يو تن”و. پلار مې ورته وويل: تل دې ددې ځاى ملازم او څارن وينم؟ ويې ويل: خبر شوى يم چې حسين دلته وژل کېږي؛نو دلته راځم،چې ښايې ملاتړ يې شم او ورسره ووژل شم. چې حسين ووژل شو،پلار مې وويل: ورشئ او وګورئ چې هغه “اسدي سړی” هم په وژل شويو کې دى؟ او چې ورغلو تر لټې وروسته مو وليدل چې په وژل شويو کې وو.[493]

چې څه وويل شوو،د خلفاوو او اهل بيتو په ښوونځيو او يا يوازې د خلفاوو په ښوونځي کې د امام حسين د شهادت وړاندوېنه وه،موږ د هغو رواياتو له راوړو څخه ډډه وکړه،چې يوازې د اهل البيتو د ښوونځي په کتابونو کې وو[494]

 د دواړو ښوونځیو له ګډو رواياتو څخه مو یوازې د خلفاوو د ښوونځي روایات دلته راوړل.(د خداى په مرسته) په راتلونکې بحث کې د امام حسين د شهادت لامل څېړو او د دواړو ښـوونځيو کتابونو روايات را اخلو.

 ام الفضل (رضى الله عنها) وايي: پېغمبر اكرم حسين په غېږ كې اچولى و او ژړل يې، و يې ويل : “جبرييل خبر كړى يم  چې امت دې حسين وژني او يو موټى سره خاوره يې راكړه.”پېغمبر اكرم صلى الله عليه و آله د كربلا خاوره ام سلمه بي بي ته وركړه، چې په شيشه كې يې وساتي او ورته يې وويل: هر وخت چې دا خاوره پر وينو واوړېده؛ نو پوه شه،چې حسين به شهيد شوى وى.[495]

د حسين له زوكړې دوه كاله وروسته،پېغمبر صلى الله عليه و آله ته پرښته راغله او پېغمبر اکرم يې خبر كړ،چې حسين وژل كېږي،پېغمبر اکرم بيا وژړل او حاضرين يې خبر كړل، تردې چې ډېرو اصحابو دا خبر اورېدلې و.[496]

 ابن عباس رضى الله عنه وايي: زه او نبوي كورنۍ په يوه خوله وو، چې حسين بن علي به د طف (كربلا) پر ځمكه شهيدېږي. (2)

د دې په څېر ډېر روايتونه شته دى.

حضرت علي (ك) د “صفين” پر لار،چې د “كربلا” سيمې ته ورسېده، دومره يې وژړل، چې پر اوښكو يې ځمكه لمده شوه او بيا يې د پېغمبر اكرم حديث ووايه چې:  ” جبريېل راته راغى،ويې وويل: چې زوى دې (حسين) د فرات پر غاړه د كربلا پر ځمكه شهيدېږي ….

 علي بيا ځينو ځايونو ته اشاره وكړه،ويې ويل :

 ” دا د اوښې د څملاستو ځاى دى ، دا يې د بار غورځولو ځاى دى ، دا يى د وينو تويېدو ځاى دى. د آل محمد ځينې ځوانان دلته وژل كېږي، چې ځمكه او اسمان به پرې ژاړي .

 امام د خپل پاڅون په بهير كې له هغې ورځې،چې له مكې نه كوفې ته خوځېده په بېلابېلو فرصتونو، ويناوو،خبرو اترو او هم هغو ته چې د خيرخواهۍ په نامه به راتلل،چې له پاڅونه تېر شي،د خپل شهادت په باب خبرې كولې. سيد الشهداء چې له مكې خوځېده؛ نو “عبدالله بن عمر ” رضي الله عنهما ورته راغى او ورنه يې وغوښتل،چې عراق ته مه ځه چې وژل كېږې،سيد ورته ونه ويل، چې زه نه وژل كېږم؛ بلكې ويې ويل: “من هوان الدنيا ان يحمل راس يحيي بن زكريا الي بغي من بغايا بني اسرايل؛يعنې د دنيا له پستيو همدا بس دى، چي د يحيى بن زكريا سريې د بني اسراييلو يوې بد لمني ته ډالۍ كړ”.

 ابن عمر رضى الله عنه ورته وويل ؛ اوس چي ځي؛نو هغه ځاي راښكاره كړه، چي پېغمبر به ښکلاوه، چې زه يى هم ښكل كړم.  سيد ورته لمن پورته كړه او ابن عمر رضى الله عنه يى زړه ښکل كړ. [497]

(صحيح ترمذي:دويم ټوک،٢٤٠ او ٣٠٧ مخونه) ،(صحيح ابن ماجه) ، (احمد بن حبنل؛مسند :پينځم ټوک،٣٦٩ مخ) ، (طيالسي؛مسند :لسم ټوک،٣٣٢ او ٣٢٧ مخونه)، (بيهقي؛سنن :دويم ټوک،٢١٣ مخ)  او (کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٨ مخ) روايتونه راوړي دي،چې لنډيز يې دادى،چې حسين وړوکى ماشوم و،چې رسول الله (ص) به له لاسه نيوه،د هغه پښه به يې پر خپله خېټه ايښووه او تر اوږو به يې جيګاوه، ويل يې : (حزقه حزقه .ترق عين بقه –ماشومه !ماشومه ! راوخېژه اى د ماشي سترګې) او ځنې عالمان وايي،چې د پېغمبر اکرم دا خبره يې د امام حسين د شهادت او بدن د سوري سوري کېدو وړاندوينه ده؛ځکه اوس برسېره شوې ده،چې د ماشي سترګې سورۍ سورۍ ده –په دې ټولو روايتونو کې راغلي دي،چې ويلي يې دي : (خدايه ! هغه مو ښه ايسي ستا دې هم هغه ښه و ايسي،چې دى يې ښه ايسي)

(ابن سعد؛طبقات :پينځم ټوک،١٠٧ مخ) له ابي عون روايتوي،چې کله امام حسين له مدينې نه د مکې پر لور عراق ته د تګ لپاره حرکت وکړ؛نو په لار کې له ابن مطيع سره مخ شو،چې څاه يې کنله، و يې پوښتل :مور وپلار مې در ځار چېرته ځې ؟ آنحضرت ورته د خپلو پلويان د بلنې کيسه وکړه او ابن مطيع ترې وغوښتل،چې د حجار خلک د خپل وجود له برکته مه بې برخې کوئ؛خو امام و نه منله، و يې ويل :دا څاه مې چې کنلې،نوې اوبه يې راوتلي دي،اوبه يې تروې دي؛له خدايه وغواړه،چې اوبه يې سړې او خوږې شي .آنحضرت هم د هغه څاه لومړۍ بوکه اوبه راواخستې،غړغړه يې کړې او په څاه کې واچولې او د څاه اوبه خوږې او سړې شوې .

همداراز ډېر قولي او فعلي قراين ښيي،چې امام د خپل كار له پايلې خبر و (6) او اصولاً دا به سمه نه وي،چي عادي وګړي (لكه خيرخواهان چې امام يې له تګه منعه كاوه) د كارله پايلې په تشويش كې وي؛ خو خپله امام ظاهري بريا ته خوشبين وي او ځان يې تېر ايستلى وي.

 د كربلا د پېښې له حيرانتيا وو يوه هم داده چي امام يو شمېر وګړيو ته اجازه وركړه چې ولاړشي او يو ډېر شمېر يې پاڅون ته رابلل، چې دا كار د عادي پاڅونونو له اصولو سره اړخ نه لګوي او دا راښيئ چي امام د خپلو يارانو د عواقبو له پايلو اګاهي درلوده.[498]

د غزل بابا وايي :

دا څنګه وخت دپاك نبي په خاندان راغلى
 چې د جفا ورته لښكر لكه طوفان راغلى
 دا بړبوكۍ دي كه فطرت په اسوېلو سر دى
 چې د اسمان په لوري زغلي په سلګو سر دى
 د كربلا هره ذره لكه بلا ښكاري
 دى عافبت ورنه په تېښته وارخطا ښكاري
 دعلمدار مټې پرې شوې، سر د تن نه جدا
 په ډاګه پروت دى د امام شاه زمن نه جدا
 مشك يې غلبيل سورى سورى په بيابان پاتې دى
 د اوبو ګوت د سكينې د زړه ارمان پاتې دى
 علي اكبر چې وه زلمى د زړه رڼا د حسين
 په شهادت باندې يې ماته شوله ملا د حسين
 چې په كړه وړه کې سراسر د پېغمبر غوندې وه
 چې په يرغل او په ګوزار کې د حېدر غوندې وه
حورې غلمان يې چې ښائست وته اوبه اوبه وو
 راغلو مېدان لره قاسم چې نن يې څه په زړه وو
 د نيم پرانستي ګل پشان يې د ځوانۍ وخت وه
 د دې غنچې نه د نكهت د روانۍ وخت وه
 ښكلى پېكري د شقي په يو ګوزار اورژېد
 جوړې يو ګل د نبوت دلاله زار اورژېد
 

د پېښې شرحه

د امام حسين د شهادت لامل

الف- ولې د امام حسین وژونکي، د امام پر وژنه لاس پورې کړ؟

ب- ولې امام حسین شهادت غوره کړ؟

طبري او نور تاريخپوهان ددې موضوع په څرګندولو کې وايي: “يزيد چې د ٦٠ س په رجب کې د خپل پلار تر مړينې وروسته خليفه شو؛نو لومړى او خورا مهم هوډ يې دا و،چې له هغو کسانو څخه بيعت واخلي،چې د پلار پر ژوندونې يې د ده د ځايناستۍ له منلو څخه سرغړولى و. له دې امله د مدينې والي “وليد بن عقبه” يې د ليک په ترڅ کې د معاويه له مړينې خبر کړ او د موږک د غوږ هومره په کوچني ليک کې يې ورته امر وکړ: “اما بعد؛حسين، عبدالله بن عمر او عبدالله بن زبير(رضي الله عنهم) بيعت کولو ته راوبوله او سخت زور پرې رواړه چې بې ځنډه بيعت وکړي. والسلام [499]

 وليد ته د يزيد ليک ور ورسېد او مروان ورته وړانديز وکړ:همدا اوس څوک ور ولېږه او بيعت ته يې راوبوله،که يې ونه منله غاړې يې پرې کړﺉ؛ځکه که دوى د معاويه له مرګه خبرشي؛نو هر يو به يو خوا ته ولاړ شي او ښکاره مخالفت به وکړي او خلک به ځان ته راوبولي؛خو بې له عبدالله بن عمر(رض) څخه،چې له جګړې او شخړې ځان ساتي او له سرخوږي پرته يې مني!”

وليد، عبدالله بن عمرو بن عثمان په امام حسين او ابن زبير(رض) پسې ولېږه.دوى يې په جومات کې وموندل او د واکمن پيغام يې ورته ووايه،چې په ګوښي ساعت کې (چې عام خلک نه وي) واکمن ته راشي. دواړو وويل: “ته ولاړ شه موږ به هم ډېر ژر درشو.” بيا امام حسين، ابن زبير(رض) ته وويل: ” زما په نظر چې د دوی مشر هلاک شوی او دا کس يې په موږ پسې رالېږلى،مخکې له دې چې د هغه د مرګ خبر په خلکو کې خپور شي ؛نو له موږ څخه بيعت واخلي.” ابن زبير وويل: “زما انګېرنه همدا ده.” امام حسين پاڅېد او د خپل کور ملګري او وسلوال يې له ځان سره کړل او د وليد کور ته روان شو او دوى ته يې وويل: “زه يوازې ورځم؛خو که زما لوړ غږ مو وارېد؛ نو په زور به راننوځئ، که نه تر راستنېدو مې همدلته وسئ.” بيا وليد ته ورغى.

له وليد سره مروان ناست و،چې امام حسين ته يې د يزيد ليک ولوست او بيعت يې ترې وغوښت.امام حسين استرجاع – انا الله و انا اليه راجعون – وويله او ويې ويل: “زما په څېر خو څوک پټ بيعت نه کوي؛لکه چې ته هم زما پټ بيعت کافي نه بولې؛خو دا چې په ډاګه د خلکو په مخ کې واخلې.”

وليد وويل: “هو.” امام حسين وويل: “چې خلک دې بيعت ته راوبلل؛نو ما هم روسره راوبوله،چې چار يو ځل پاى ته ورسي.”وليد چې جنجالي سړى نه و، ورته يې ويل: “د خداى په نامه ستون شه.” مروان ورته وويل: “پر خداى قسم که بې بيعته درنه ووځي؛نو بيا به يې په جګړې بيعت ته رابولې،بندي يې کړه،چې بيعت وکړي يا يې غاړه ور پرې کړه!”

امام حسين چې دا حال وليد ويې ويل: “يا ابن الزرقاء![500] ما وژنې يا دا؟ پر خداى قسم چې دروغ دې وويل او د ګناه اور دې بل کړ! [501]

د ابن اعشم په تاريخ، د خوارزمي په مقتل، مثيرالاحزان او سهوف کې راغلي :

يزيد،وليد ته وکښل او امر يې وکړ چې له ګردو مدينوالوعمومي بيعت او له حسين څخه خصوصي بيعت واخلي او خبر کړى يې و چې: “که بيعت يې ونه مانه؛نو سر يې پرې کړه!”تر دې چې وايي: حسين غوسه شو او مروان ته يې وويل: “د ززقاء زوکړې پر تا افسوس! ته امر کوې چې غاړه مې پرې کړي؟ دورغ دې وويل او پستي دې وکړه موږ د نبوت اهل بيت او د رسالت کان يو او يزيد فاسق شرابخور او آدمکش دى او په زما په څېر ورسره بيعت نه کوي .[502]

طبري وايي: “وليد جنجالي سړى نه و،امام حسين ته يې وويل: “د خداى په نوم او ياد ستون شه.” وايي: بله ورځ مروان،امام حسين ته ورغى او ويې ويل: “خبره مې واوره،چې وژغورل شې!”امام حسين وويل: “ووايه.” مروان وويل: “له اميرالمؤمنين يزيد سره بيعت وکړه،چې په دنيا او آخرت درته ښه ده!” او امام حسين وويل: “انالله و انا اليه راجعون! د اسلام دې خداى مل شي! چې امت ته د يزيد په څېر شپون راشي! [503]

پر ابن زبير(رض) يې دباو راووړ؛خو پلمه يې وکړه او وليد ته ور نه رغى. بيا وليد،عبدالله بن عمر (رض) راوغوښت او ورته يې وويل: “له يزيد سره بيعت وکړهږ” عبدالله (رض) وويل: “چې خلکو وکړ؛نو بيعت به وکړم”. ده د ښارونو د بيعت تر خبرېدو پورې انتظار وايست،وليد ته راغى او بيعت يې ورسره وکړ [504].

په بل روايت کې وايي: امام حسين تر دې پېښې وروسته له خپل کوره ووت او د خپل نيکه قبر ته ورغى او  ويې ويل: “اى رسول الله (ص) السلام عليکم! زه حسين د فاطمې زوى او ستا لمسى يم؛هماغه ثقل (او دروند) چې په خپل امت کې ځايناستى کړى دى. اى رسول الله (ص)! پرې شاهد وسه،چې زه يې ځانته پرېښووم او زما ملاتړ يې و نه کړ! دا مې تا ته يوه ګېله وه،چې د لېدو کتو وخت مې راورسي، د خداى درود دې درباندې وي.”

بيا يې لمونځ پيل کړ او تر سبا پورې يې رکوع او سجدې کولې  [505].

په بل روايت کې وايي: له څو رکعتو لمانځه وروسته يې وويل: “خدايه! دا ستا د پېغمبر محمد (ص) قبر دى او زه ستا د پېغمبر د لور زوى يم او پر کوم کړاو چې اخته شوى يم ترې خبر يې.

خدايه! د ښېګڼو دوست او د بديو دښمن يم. اى ذى الجلال والاکرام!

ددې قبر په پار او د هغه په پار چې په دې قبر کې دى،له تا هغه څه غواړم چې ستا، ستا د پېغمبر او مؤمنانو خوښه او رضا پکې وي.”ورپسې د قبر په خوا کې تر سهاره پر ژړا شو او سر يې پر قبر کېښود او ويده شو او ويې ليدل،چې له رسول الله(ص) څخه ګڼ شمېر پرښتې راتاوې دي او امام حسين يې په غېږ کې ونيو او خپلې سينې ته يې رانژدې کړ او وچولى يې ورښکل کړ او و يې ويل: ګرانه حسينه! لکه چې دې وينم ډير ژر به په خپلو وينو کې ککړ اولېت پېت شې،د کربلا په سيمه کې،زما د امت په يوې ډلې کې به سخت تږى يې او بې له دې چې اوبه وڅښې سر دې پرې کېږي او پر همدې حال زما د شفاعت هيلمن هم دي پر دوی څه شوي! خداى دې بيخي زما له شفاعته بې برخې کړي! د خداى پر وړاندې به څه برخمني و نه لري. ګرانه حسينه! مور و پلار او ورور دې راته راغلل او ستا د ليدو لېوال دي،په جنت کې درته داسې درجې دي چې يوازې په شهادت ورته رسې….[506]

تر دې وروسته د مور و پلار او ورور قبرونو ته ورغى او وداع يې ورسره وکړه. [507]

عمر بن علي (رض) وايي: چې ورور مې حسين له يزيد سره له بيعته ډډه وکړه ورغلم او يوازې مې وليد او ورته مې وويل: ابا عبدالله درځار شم! ورور دې ابو محمد، حسن، ستا د پلار له  خولې خبر کړم- په دې وخت کې مې په لپو لپو اوښکې راغلې-په غېږ کې يې ونيوم او ويې ويل: “ايا ته يې خبر کړى يې،چې زه وژل کېږم؟” ومې ويل: د رسول الله (ص) زويه يوازې شوم!ويې ويل: “د پلار پر ياد مې قسم درکوم ايا پلار مې د وژنې خبر ورکړى دى.”ومې ويل: هو! اوس ولې “تاويل” نه کوې او په خپل بيعت دا (قضا) نه اړوې؟ ويې ويل: “پلار مې خبر کړم،چې رسول الله(ص) مې د پلار او زما له وژنې او دا چې قبر مې د هغه قبر ته نژدې دى خبر کړى يم! ته انګېرې پر څه چې پوهېږې،زه پرې نه پوهېږم؟! (نه) زه خوارۍ او ذلت ته بیخي غاړه نږدم! او په يقين چې مور مې فاطمه د خپل پلار ليدو ته ځي ؛نو له ځوځات سره به يې د امت له چلن څخه ګيله وکړي او هغه به بيخي جنت ته ولاړ نه شي،چې فاطمه یې دهغې د ځوځات د ځورولو له لارې ځورولى وي. [508]

هو، د هغې زمانې واکمن او لارويان روږدي وو،چې د الهي احکامو اړونې ته “تاويل” ووايي. [509]

 تر دې چې په تدريج ذهن ته به د “تاويل” تر لفظ ړومبى اړونه او تغيير راته او دا شايع او مقبوله مانا له دې امله وه،چې د امام حسين د عصر خلکو،چې په عراق کې يې د رسول الله (ص) له خولې څخه د هغه له شهادته خبر شوي وو، ټينګار يې درلود چې امام حسین الهي قضا،عراق ته پر نه تللو “تاويل” کړي؛يعنې وایې ړوي! لکه چې ځينې وړاندې تللي او له امام څخه يې غوښتل چې په خپل بيعت يې”تاويل” او واړوي! او دا هماغه د “عمر بن علي” (رض) غوښتنه ده چې ويې ويل: “ولې تاويل او بيعت نه کوې؟”يعنې ولې الهي قضا (چې وژنه ده) په خپل بيعت نه اړوې؟! دا مانا له هغو خبرو اترو هم پوهېدل کېږي،چې “محمد بن حنفيه” (رض) له خپل ورور امام حسين سره کړي (که څه څرګندونه يې پرې نه ده). ووينئ :

طبري،شيخ مفيد او نورو روايت کړى،چې امام حسين له مدينې څخه د وتو هوډ وکړ،محمد بن حنفيه(رض) ورته وويل: وروره! ته راته تر خلکو خورا ګران يې او خپل نصيحت مې يوازې تا ته سپما کړى چې ته يې وړ يې. اوس چې څومره دې له وسې پوره وي له يزيد سره له بيعت او ښارونو ته له تلو څخه ډډه وکړه.بيا دې خپل استازي خلکو ته ولېږه او د ځان اطاعت ته يې راوبوله چې که خلکو له تا او ستا لپاره بيعت وکړ،چې د خداى شاکر به وسې او که خلک په بل کس پسې ولاړل؛نو خداى به يې له امله ستا له عقل او دين څخه څه کم نه کړي او فضل او مېړانه به دې زوال نه شي. له دې ډارېږم هسې نه چې يو ښار ته ورشې او خلک په دوو ډلو شي: يوه ډله ستا پلوۍ شي او بله دې پر ضد راپاڅي او په پايله کې ته يې د بلا ډال او د نېزو لومړۍ نښه شې او په دې حال کې د دې امت د غوره شخصيت او د غوره او اوچت موروپلار د خاوند وينه تويه او کورنۍ يې خواره شي! امام حسين ورته وويل: “وروره! چېرې ولاړ شم؟”ويې ويل: “په مکه کې تم شه،چې دې زړه ولګېد هملته پاتې شه او که په آرام یې پرېنښووې بېدياوو او د غرونو څوکيو ته ولاړ شه،سيمه په سيمه وګرځه چې ووينې ددې خلکو چار چېرې سر وهي؛ نو په دې بڼه کې ته به په سم نظر او ټينګ نظر ورسره وچلېږې .[510]

تردې وروسته د ابن اعثم په فتوح او د خوارزمي په مقتل کې راغلي چې: امام حسين ورته وويل: “وروره! پر خداى قسم که په نړۍ کې بيخي پټځى هم نه وي؛نو له يزيد بن معاويه سره خو بيعت نه کوم؛ځکه رسول الله (ص) ويلي: “خدايه! يزيد برکتي نه کړې!” په دې حال محمد بن حنفيه دا خبره پرې کړه او پر ژړا شو.امام حسين هم ورسره وژړل،بيا امام حسین وويل: “وروره! خداى دې زما په پار ثواب درکړي،چې نصحيت دې وکړ او سم نظر دې ووايه هيلمن يم چې که خداى وغواړي،نظر دې بريالى وي،زه اوس مکې ته روان يم،چې زه خپله،ورونه، ورېرونه او لارويان مې ټول تګ ته چمتو شوي دي،غوښتنې يې زما غوښتنې او نظر يې زما نظر دى؛خو ته اى وروره! ته استثنا یې او په مدينه کې پاتې شه او په خلکو کې به زما د سترګو او غوږونو په شان یې او د دوی یوه ستونزه به هم راڅخه پټ نه کړې.” بيا يې قلم او کاغذ راوغوښت او خپل ورور محمد ته يې دا نصحيت وکښه:”

د امام  حسين وصيت

 

بسم الله الرحمن الرحيم

هذا، ما اءوصى به الحسين بن على بن اءبى طالب الى اءخيه محمد المعروف بابن الحنفيه .

ان الحسين يشهد اءن لا اله الا الله وحده لا شريك له ، و اءن محمدا عبده و رسوله ، جاء بالح من عند الحق . و اءن الجنه و النار حق ، و اءن الساعة آتيته لا ريب فيها و اءن الله يبعث من فى القبور.

و انى لم اءخرج اءشرا و لا بطرا و لا مفسدا و لا ظالما، و انما خرجت لطلب الاصلاح فى اءمة جدى (ص) .

اءريد اءن آمر بالمعروف و اءنهى عن المنكر، و اءسيره بسيرة جدى و اءبى على بن اءبى طالب .
فمن قبلنى بقبول الحق ، فالله اءولى بالحق ، و من رد على هذا، اءصبر حتى يقضى الله بينى و بين القوم بالحق ، و هو خير الحاكمين  .

و هذه وصيتى يا اءخى اليك . و ما توفيقى الا بالله ، عليه توكلت و اليه اءنيب .

 “دا د حسين بن علي بن ابى طالب يو وصيت دى؛خپل ورور محمد ته چې ته ابن الحنيفه مشهور دى.

حسين ګواهي لي،چې يوازې الله د لمانځنې وړ دى،ايکى يو او شريک نه لري او دا چې محمد د خداى بنده او استازى دى،چې په حق او له حق څخه راغلى دى او دا چې جنت او دوزخ حق دي او بېشکه چې قيامت راتلونکى دى او خداى ټول مړي راژوندي کوي او زه د سرغړاندۍ،مزو چړچو، فساد او تېري لپاره راپاڅېدلى نه يم؛بلکې د نيکه په امت کې مې سمونې ته مې پاڅون کړى دى.

لازم بولم چې پر نېکيو امر او له بديو منع وکړم او د خپل نيکه پر سيرت او د خپل پلار علي بن ابيطالب[511] پر لار ولاړ شم؛نو چې څوک زما مني په حق دې يې ومني،چې خداى د حق وړ دى او چې څوک دا دود نه مني، زغم باسم، چې خداى په حق زما او ددې قوم ترمنځ قضاوت وکړي،چې هغه غوره پرېکړه کوونکى دى.

وروره دا مې در ته نصيحت دى! توفيق مې يوازې د خداى په واک کې دى، پرې توکل کوم او پر لور يې ور ستنېږم.”

بيا يې خپله ليکنه راتاوه کړه،په خپله ګوته يې مهر کړه او خپل ورور محمد ته يې وسپارله،خداى پاماني يې ورسره وکړه او په شپه کې روان شو. [512]

مکې ته د امام حسين تګ

طبري او مفيد روايتوي چې: وليد د امام حسين تر تلو وروسته په عبدالله بن زبير(رض) پسې يو تن ولېږه، پلمه يې وکړه،د شپې شپې بې لارې مکې ته وتښتېد.ګهيځ يې يوه ډله ورپسې ولېږله او تر مازيګره يې ولټاوه؛خو و يې نه موند،چې مازېګر شو،په امام حسين پسې يې څوک ولېږل.امام ورته وويل: “سبا ته هوډ نيسم.” ګوذاره يې وکړه او مام پر هماغه شپه مکې ته روان شو او د وتو پر مهال يې دا آیت ولوست :

فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ [513]

ژباړه : نو موسى په وېره او اندېښنه، چې د هرلوري څارنه يې کوله، له ښاره وووت او دعا يې وكړه چې: ((پالونكيه! ما له ظالمانو وژغوره.))                                                      

او د ابن زبير په څېر بې لارې لانړ او د مکې اصلي لار يې ونيوه. [514]

طبري او نورو ويلي دي: په لار کې عبد الله بن عمر(رض) له امام حسين او ابن زبير(رض) سره مخ شو او دواړو ته يې وويل: “له خدايه وډار شئ او د مسلمانانو په جماعت او ټولي کې درز مه اچوئ!”[515]

او هم عبدالله بن مطيع د امام کتو ته ته ورغى او ويې ويل: درځار شم چېرې ځې؟ ويې ويل: “اوس مکې ته ځم او وروسته يې له خدايه خير غواړم.” ويې ويل: خداى دې خير درکړي او ما دې درځار کړي،که مکې ته ځې نو پام چې د کوفې سپېرې سيمې ته ولاړ نه شې. هلته دې پلار ووژل شو او ورور دې بې ملاتړه شو ګوذار يې پرې وکړ او نژدې و،چې سا ورکړي. د حرم ملازم شه چې ته د عربو ښاغلى يې او حجازيان دې څوک سيال نه بولي او خلک له هرې لورې درته بلل کېږي. تره او ماما مې درځار، له حرمه مه بېلېږه،که ووژل شې، تر تا وروسته موږ ټول مريانې کېږو.

امام حسين روان و، چې د جمعې پر ورځ د شعبان پر درېيمه مکې ته ورسېد او په ننووتو کې يې دا آیت لوسته : وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَاء مَدْيَنَ قَالَ عَسَى رَبِّي أَن يَهْدِيَنِي سَوَاء السَّبِيلِ(قصص/۲۲)

ژباړه : او چې كله يې مدين ته مخه كړه؛نو و يې ويل: ((هيله من يم، چې پالونكى مې را ته سمه لار وښيي.))

ابن زبير(رض) هم  مکې ته ورغى او د کعبې ملازم شو او تر څنګ يې ګرده ورځ لمونځ او طواف کاوه او کله له خلکو سره امام حسين ته تله او نظر يې ورکاوه؛خو په مکه يې د امام حسين شتون پرې خورا سخت پرېوته؛ ځکه پوهېده چې مکيان د امام حسين په شتون کې ورسره بيعت نه کوي او خلکو ته امام حسين تر هغه خورا ټولمنلى او ستر دى.[516]

تر دې وروسته مکيانو عمره کوونکيو او مسافر د امام حسین استوګنځي ته تلل را تلل . [517]

بلخوا، يزيد،وليد لرې کړ او “عمرو بن سعيد” يې د مکې او مدينې پر واکمنۍ وګوماره. [518]

کوفې ته د حضرت معاويه د مړينې خبر ورسېده او هم د امام حسين، ابن زبير او ابن عمر (رضی الله عنهم)  له نه بيعت کولو څخه خبر شول؛نو کوفيانو غونډه وکړه او په يوه ليک کې يې امام حسین ته وکښل: “…. اما بعد؛ د خداى شکر چې خداى ستاسې جبار او سرغړاندۍ دښمن هلاک کړ؛هغه دښمن چې پر دې امت یې يرغل وکړ او واکمني يې وتښتوله او پر ظلم  يې ورباندې حکومت وکړ……. نو د ثمود د قوم په څېر دې لرې او ورک وي.

اوس (پوه شه چې) موږ امام او مشر نه لرو،موږ ته راشه،هيله ده چې خداى مو په تا په حق يو لاس کړي او دا نعمان بن بشير (د کوفې ولسوال) د ولسوالۍ په ماڼۍ کې دى او په يوه جمعه او اختر کې هم ورپسې لمونځ نه کوو، او که خبر شو چې راځې؛نو شړو یې،چې شام ته ولاړ شي.” دا ليک يې دوو تنو ته ورکړ،چې د رمضان پر لسمه امام حسین ته راغلل.

کوفيانو دوه ورځې درنګ وکړ او بيا يې له دري پينځو سو ليکونو سره درې تنه نور ولېږل،چې خورا مهمو شخصیتونو کښلي وو.دوه ورځې وروسته دوه تنه نور یې هم ولېږل او ويې کښل: “………. حسين بن علي ته، د هغه د مؤمنو او مسلمانو پلویانو له خوا،اما بعد، بېړه وکړه چې خلک درته سترګې پر لار دي او بې له تا بل څوک نه غواړي؛ نو بېړه وکړه، بېړه او پر تا دې سلام وي.”

بيا د کوفې يو شمېر مشرانو امام حسین ته يو ليک وکښه چې پکې راغلي وو:

“هغه لښکر ته راشه چې درته چمتو شوى دى او پر تا دې درود وي.” [519]

او په بل روايت کې وايي: “کوفيانو ورته وکښل: يو لک تنه دې ملاتړ دي.” [520]

کوفې ته د حضرت مسلم بن عقيل (رض) لېږل

په دې توګه،پرله پسې د کوفيانو استازي راغلل او امام حسین ته يې ګڼ شمېر ليکونه ورکړل او امام حسین په ځواب کې ورته وليکل:

“مؤمنانو او د مسلمانانو ډلې  ته! اما بعد …….. په کښل شويو مو پوه شوم،غټه خبره مو دا ده چې: “موږ امام  نه لرو،موږ ته راشه،چې ښايي خداى، مو ستا له لارې پر حق او هدايت راټول کړي.” دا دى ورور، د تره زوى او د خپلې کورنۍ ډاډمن مې درولېږه او لارښوونه مې ورته کړې،چې ستا سيمې د حالاتو،چارو او نظرياتو مې خبر کړي،اوس نو که خبر يې راکړ،چې عمومي نظريات او د عقلمنو انفرادي نظرونه هماغسې دي،لکه چې په راستول شويو ليکونو کې مو دي؛نو (انشاء الله) در به شم او پر ځان مې قسم،چې امام، يوازې، هغه دى چې پر کتاب الله عمل کوونکى، عدل کوونکی او د حق پوره کوونکى وي او ځان د خداى پر لار ټينګ وساتي، و السلام”. او مسلم بن عقيل (رض) يې ورولېږه. [521]

مسلم (رض) کوفې ته ورغى. د امام حسین مینوال ورته ورغلل او د امام حسين ليک ته یې غوږ کېښود او ويې ژړل او (١٨) زرو تنو ورسره بيعت وکړ [522] او مسلم  بن عقيل (رض) ،امام حسين ته وکښل :”اما بعد؛ څارن خپلو کسانو ته دروغ نه وايي. تر اوسه (١٨) زرو تنو راسره بيعت کړى دى؛نو د ليک په رسېدو،بې ځنډ را روان شه، چې ټول خلک درسره دي او له آل معاويه يې مخ ګرځولى دى. والسلام” [523]                                                                                           

 او په بل روايت کې وايي: (٢٥) زرو تنو له مسلم بن عقيل (رض) سره بيعت وکړ او په بل کې وايي: (٤٠) زرو تنو.[524]  ليکوال وايي: ښايي امام حسین ته د مسلم (رض) د ليک تر لېږلو وروسته کوفيانو خپل بيعت ته دوام ورکړى وي،چې شمېر يې (٢٥) يا (٤٠) زرو تنو ته رسېدلى وي.

طبري وايي: د بصرې يو شمېر وګړي راټول شول او د امام حسين پېښه يې رامخې ته کړه او ځينې يې له امام حسين سره يو ځاى شول او شهيدان شول.

امام حسين بصريانو ته هم ليک لېږلى و او مرسته يې غوښتې وه. [525]

وايي: يزيد، نعمان بن بشير د کوفې له واکمنۍ لرې کړ او عبيدالله بن زياد ته يې پر بصرې د امارت سربېره د کوفي ولسوالي هم ورکړه او حکم يې ورته وکړ،چې مسلم بن عقيل (رض) ولټوي او ويې وژني. ابن زياد کوفې ته راغى او د امام حسین مینوال يې تعقيب کړل او مسلم بن عقيل (رض) يې پر ضد راپاڅېد؛خو  بيعت کوونکيو ځان ته پرېښود او ځانته د ابن زياد له پوځيانو سره وجنګېد او ګوذار يې وخوړ چې پاس شونډه يې وچاوده او مخکيني غاښـونه يې ولوېدل،بيا يې د کوټو له پاسه په ډبرو ايشته او تر بريد لاندې يې ونيو. بيا محمد بن اشعث ورپسې ورغى او ويې ويل: “تا ته امان دى، ځان مه وژنه!” حال دا چې په ډبرو سخت لګېدلى و، له جګړې ستړى شوى و او د کوټې يوې څنډې ته يې ډډه وهلې وه، ابن اشعث ورنژدې شو او ويې ويل: “ته په امان کې يې.” مسلم (رض) وويل: “زه په امان کې يم؟” ويې ويل: هو. پوځيانو هم وويل: “ته په امان کې يې.” مسلم (رض) وويل: “باخبر که امان مو راکړى نه و؛نو لاس مې نه درکاوه.” بيا يې را ايسار کړ او توره يې دهغه له غاړې را وايسته او مسلم (رض)  وويل: “دا مو لومړۍ ټګي وه! امان مو څه شو؟ او ابن اشعث ته يې وويل: “پر خداى قسم وينم،چې ته راته د امان راکولو وس نه لرې،ايا څه خير در کې شته؟ ايا کړاى شې چې څوک د ځان له لوري واستوې،چې پيغام مې امام حسين ته ورسوي؟ زه يې وينم چې هغه نن يا سبا له خپلې کورنۍ سره راځي او دا غم او تروري مې له همدې امله ده.يو څوک ولېږه، چې امام حسين ته ووايي:”مسلم بن عقيل په داسې حال کې درته رالېږلى يم،چې پخپله هغه قوم نيولى او ګومان نه کوم تر سبا به ژوندى پاتې شي،له خپلو اهل بيتو سره وګرځه. کوفيان دې و نه غولوي چې د پلار هغه اصحاب دې دي،چې د پلار هیله دې دا وه،چې په خپله مړینه یا وژل کېدو د هغوی یو مخ هم و نه ویني! کوفيانو تا او ما ته دروغ ويلي وو او دروغ اورېدلې ته څه تدبير نه وي!” ابن اشعث وويل: “پر خداى قسم دغسې کوم او ابن زياد ته وايم،چې ما امان ورکړى دى.”

مسلم (رض) يې پر همدې حال ابن زياد ته بوت او ترمنځ يې څه خبرې وشوې او ابن زياد ورته وويل: پر ځان مې قسم چې ته وژل کېږي! مسلم (رض) وويل: همداسې ده! ويې ويل: هو. ويې ويل: نو مهلت راکړه، چې يو خپلوان ته مې وصيت وکړم. بيا يې د ابن زياد شاوخوا کسانو ته وکتل او عمرسعد بن وليد ته يې وويل: عمره! ته مې خپلوان يې او زه درته اړين يم او پر تا لازم ده، چې زما د يوه راز غوښتنه پوره کړې. عمر سعد يې له منلو ډډه وکړه او عبيدالله بن ابن زياد ورته وويل: د تره د زوى د غوښتنې له منلو ډډه مه کوه،عمر سعد پاڅېد او له مسلم سره په يوه څنډه کې کېناست چې ابن زياد څارل او مسلم (رض) ورته وويل: “چې کوفې ته راغلى يم؛ نو تر اوسه اوسوه درهمه پوروړى يم؛ ته زما لخوا دا پور ورکړه، جنازه مې له ابن زياد وغواړه او ښخ مې کړه او يو تن په امام حسين پسې ولېږه، چې ستون يې کړې؛ځکه ورته مې ليکلي و، چې کوفيان دې پلويان دي او هغه اوس پر لار دى.” عمرسعد، ابن زياد ته د مسلم راز رابرسېره کړ او ابن زياد وويل: “امين کس هيڅکله خيانت نه کوي؛ خو کله خاين کس هم امين ګڼل کېږي” او حکم يې وکړ، چې مسلم (رض) ماڼۍ ته وخېژوئ او سر يې پرې کړئ.

مسلم (رض) محمد بن اشعث ته وويل: “باخبر! پر خداى قسم که امان دې نه واى راکړې؛نو بيخي نه تسلېمېدم، پاڅه او په خپله توره له ما دفاع وکړه، چې له امانت سره دې خيانت وکړ! بيا يې د ماڼۍ سر ته وخېژاوه، تکبير يې وايه، استغفار يې غوښـته او پر پرښتو او الهي استازيو يې درود وايه او و يې ويل: “پالونکيه! زما او هغو خلکو ترمنځ قضاوت وکړه،چې يې وغولولم،دروغ يې راته وويل: او ځانته يې پرېښووم!” او د ماڼۍ پر بام يې غاړه ورپرې کړه او سر او تنه پر ځمکه راولوېده.

ابن زياد حکم وکړ “هاني بن عروه” (رض) هم بازار ته بوځى او غاړه يې ورپرې کړئ او د دواړو سرونه يې له يوه ليک سره يزيد ته ولېږل او يزيد ورته په ځواب کې وکښل: “اما بعد؛ په رښتيا چې ته هماغه يې چې ښه مې ايسې،چې په ځيرکۍ او ځواکمنۍ دې عمل وکړ،زړوز،بې باکه او مېړانى يې،په رښتيا چې پوره چار دې وکړ او ستا په اړه مې يقين رښتيا شو ……” [526]

عراق ته د امام حسین ورتګ

لکه چې وويل شول، مسلم بن عقيل (رض) شهيد شو او امام حسین د مسلم (رض) د ليک تر رارسېدو وروسته عراق ته د تګ لپاره چمتو شو. ابن زبير (رض) د امام حسین له موخې خبر شو او ورته يې وويل: “که هلته مې ستا په څېر لارويان درلودل؛نو ترې نه تېرېدم” (او دا چې ووېرېد، هسې نه چې تورن شي)نو ويې ويل: “خو که په حجاز کې پاتې شې او همدلته ددې چار په لټه کې وسې؛ نو انشاء الله مخالفت به درسره و نه شي. ” چې له امام حسین څخه ولاړ؛نو امام حسين وويل : “هغه ښه پوهېږي،چې په شتون کې مې له واکمنۍ څخه برخمنېداى نه شي او خلک يې له ماسره نه برابروي؛نو خوښه یې وه چې له دې ځايه ولاړ شم، چې مخه ورته خلاصه شي.” [527]

د ترويه پر ورځ – د ذيجې اتمه – هم د حجر او د کعبې د وره تر منځ سره مخ شول او ابن زبير(رض)، امام حسین ته وويل: “که پاتې کېږې او واکمني غواړې؛نو ملاتړ دې کوم او بيعت درسره کوم.”امام حسين ورته وويل : “پلار مې راته ويلي و،چې هلته ( په مکه کې) يو مشهور او نامتو سړی دی او له هیڅ پروا څخه پرته د خدای د کور درناوۍ له منځه وړي او خوښه مې نه ده،چې هغه زه وسم!”

ابن زبير (رض) وويل: “نو که پاتې کېږي، حکومت راوسپاره، چې اطاعت دې وشي او سرغړونه ونه وينې.” امام حسین وويل: نه يې غواړم. وروسته يې خپلې خبري پټې کړې [528] او په يوه روايت کې وايي: “ابن زبير (رض)،امام حسين ته يو راز ووايه او امام حسين موږ ته وويل: ابن زبير(رض) وايي: “دې جومات کې پاتې شه، چې خلک درباندې راټول کړم.” بيا يې وويل: “پر خداى قسم، که له حرم څخه بهر وژل کېږم؛نو دا ډېره غوره ګڼم،چې  يوه لوېشت په حرم کې دننه ووژل شم! پر خداى قسم! که په سوړه کې يو خوځنده وسم؛ نو راوباسې مې او خپلې غوښتنې راباندې پوره کوي! پر خداى قسم! په حقيقت کې هاغسې تېرى راباندې کوي لکه يهودو، چې د شنبې پر ورځ وکړ!” [529]

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونو کې وايي: “که په پلاني او پلاني ځاى کې ووژل شم؛ نو تر دې مې ښه ايسي چې په ما د حرم حرمت او درناوى مات شي.[530]

امام حسين تردې وروسته د کعبې طواف وکړ، د صفا او مروه په سعې پسې يې څه برخه ويښتان لنډ کړل او له احرامه راووت او هغه يې “عُمره” کړه. [531]

له ابن عباس (رض) سره د امام حسین خبرې اترې

په طبري تاريخ او نورو کتابونو کې وايي: چې امام حسين وتلو ته چمتو شو؛نو ابن عباس (رض) ورته راغى او د خبرو په ترڅ کې يې ورته وويل:”په همدې هېواد کې پاتې شه؛ځکه ته د حجازيانو مشر يې او عراقيانو ته وکښه که (لکه چې انګېرلې يې ده) تا غواړې؛نو لومړى دې د هغه ځاى واکمن او خپل دښمن وباسي، بيا ورشه او که له تلو څخه دې چاره نه وي؛نو “يمن” ته ولاړ شه؛نو هلته کلاګانې او درې دي،پراخه سيمه ده او د پلار مینوال دې هلته دي او د دې قوم له لاسرسۍ به هم لرې يې،بيا نو خلکو ته ليکونه لېږه او بلونکي دې هرې خوا ته استوه او هيلمن يم، چې په دې کړنو په پر خپلو موخو بريالى شې.”

امام حسين ورته وويل: “د تره زويه! پر خداى قسم پوهېږم،چې ته خيرخواه او مهربانه يې؛خو ما خپل هوډ نيولى او لار مې ټاکلې ده.”

ابن عباس (رض) وويل: “نو که تلونکى يې،دا ښځې او اولادونه دې مه بوځه،زه ډارېږم،چې هسې ووژل شی لکه حضرت عثمان (رض)،چې ووژل شو او ښځو او اولادونو يې ورته کتل.”

په اخبار الطوال کې وايي :امام حسين وويل: “د تره زويه! دې خوځښت ته هله خوځښت وايم، چې کورنۍ او اولادونه مې راسره وي! [532]

او په يوه روايت کې وايي :امام حسين وويل: “که په پلاني او پلاني ځاى کې ووژل شم،تر دې خورا ښه ده، چې په مکه کې ووژل شم او په مايې حرمت مات شي.”

او ابن عباس (رض) په ژړا شو[533]. او په بل روايت کې يې وويل: په دې خبرو يې ارام کړم [534].

بنى هاشمو ته د امام حسین ليک

په کامل الزياره کتاب کې وايي: ” امام حسين له مکې څخه محمد بن علي (رض) ته وکښل: “بسم الله الرحمن الرحيم ………. د حسين بن علي له لوري، محمد بن علي اود بني هاشمو خپلوانو ته يې. اما بعد، چې څوک راسره يو ځاى شي؛نو شهيدان کېږي او چې پاتې شې بريا نه مومي. و السلام [535]“.

ابن عساکر وايي :امام حسين مدينې ته يو استازى ولېږه او د عبدالمطلب يو شمېر لمسي ورسره يو ځاى شول ……… او محمد بن حنفيه (رض) هم ورپسې مکې ته راغى [536].

له خپل ورور محمد بن حنفيه (رض) سره د امام حسين خبرې اترې

په لهوف کې وايي: امام حسين،چې پر سبا ورځ له مکې وته؛نو پر شپه يې محمد بن حنفيه (رض) ورغى او ويې ويل: “وروره! ښۀ پوهېږې چې کوفيانو مو له پلار او ورور سره ټګي وکړه او ډارېږم چې هسې نه ته هم پر هماغه برخليک اخته شې،که همدلته پاتې شې؛نو خوندي او د حرميانو عزتمن به يې.” امام حسین وويل: “وروره! ډارېږم چې يزيد مې په ترهګريز بريد کې په حرم کې ووژني او بيا به هماغه وسم، چې ددې کور حرمت پرې ماتېږي . [537]

له مکې څخه د امام حسین حرکت او د چارواکيو مخنيوى

امام د سې شنبې پر ورځ د ذيحجې پر اتمه له مکې څخه ووت  . [538]

د مکې د واکمن “عمرو بن سعيد” استازيو ورته لار ونيوه او چار شخړې،لاس اچونې او کوړو وهلو ته ورسېد. امام حسين او يارانو يې ستنېدو ته غاړه نه ايښووه او خپله لار يې وهله او مخالفينو يې غږ کړ چې : “حسينه! له خدايه نه ډارېږې؟ له ټولي وځې او په امت کې درز اچوې!” او امام حسين ورته دا آیت ولوست [539].

((وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِّي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ أَنتُمْ بَرِيئُونَ مِمَّا أَعْمَلُ وَأَنَاْ بَرِيءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ [540]= او كه تا دروغجن وګني؛ نو ووايه :(( زما عمل زما لپاره دى او ستاسې كړه ستاسې لپاره دي، څه چې كوم تاسې يې له مسؤوليته خلاص ياست او څه چې تاسې كوئ، زه يې له مسووليته خلاص يم .))

له عبدالله بن جعفر(رض) سره د امام حسین خبرې اترې

عبدالله بن جعفر(رض)، امام حسین ته يو ليک له خپلو زامنو عون او محمد سره ولېږه او پکې يې کښلي وو: “اما بعد؛ درنه غواړم چې د خداى په پار د ليک په ليدو مې (له هوډه دې) واوړې؛ ځکه کومه لار چې دې غوره کړې پر تا او ستا د اهل بيتو پر محبوسۍ ډارېږم، که په دې عصر کې ووژل شې د ځمکې رڼا مړه کېږي؛ ځکه ته د هدايت لټوونکيو بيرغ يې؛ نو په تلو کې دې بيړه مه کوه،چې په ليک پسې مې در روان يم، والسلام” . وروسته “عمرو بن سعيد” ته ورغى او ترې يې وغوښتل چې امام حسين ته امان ليک وکښي او په ستاينليک او د ډالى له ورکړې يې خبر کړي او پخپله دې له ليک سره ورشي. او دغسې يې وليکل:

“اما بعد؛ له خدايه غواړم، چې له هغه څه دې واوړې چې نابود او ورکوې دې او د ودې او رشد لار در وښيي،خبر شوى يم چې عراق ته ځې، له خدايه درته له جګړې او درزه پناه غواړم، زه پر دې ډاېږم، چې لار دې د هلاکت لار وي اوس مې عبدالله بن جعفر او يحيى بن سعيد (د واکمن ورور) در ولېږل، ورسره راشه، چې امان مې درکړى او له زړه سوي،ډالۍ، ښه ګاونډه او ښه چلنه برخمن يې…..” عبدالله او يحيى امام ته ليک يووړ.

يحيى ورته ليک ولوست او په خبرو اترو شو او امام حسین ورته يو عذر ووايه چې: “يو خوب مې وليد چې رسول الله (ص) پکې و او له خوبه مې يو ماموريت وموند، چې و به يې کړم، که پر ذيان يا ګټه مې وي!”

وويل شوو: “خوب دې ووايه؟ و يې ويل: “چا ته مې ويلى نه دى او له خپل پالونکي سره د ليدو کتو تر وخته به يې و نه وايم . [541]

امام حسین د “عمرو بن سعيد” د ليک په ځواب کې وکښل: “اما بعد؛ په يقين څوک چې د خداى عزوجل لوري ته بلنه کوي او وايي چې زه له مسلمانانو ځنې يم؛ نو ښکاره ده،چې له خداى او رسول الله (ص) سره يې دښمني او شخړه کړې نه ده، زه دې امان، نېکۍ او ډالۍ ته رابللى يم، حال دا چې غوره امان، د خداى امان دى او خداى به هغه ته په اخرت کې امان ور نه کړي،چې په نړۍ کې ترې بيخي ډارېدلى نه وي؛ نو په نړۍ کې ترې الهي ډار غواړو، اوس که په دې ليک  دې د زړه سوي، ډالۍ او نېکۍ هوډ کړى وي؛ نو بلنه بدله به ومومې.[542]

د عبدالرحمان د لور عمرې ليک

د ابن عساکر په تاريخ کې وايي: عمرې د عبدالرحمان لور هم امام حسين ته يو ليک وکښه او د امام حسين موخه يې ستونزمنه او پرې نه برلاسېدونکې ګڼله او ترې يې وغوښتل چې د حکومت مطيع او له جماعت سره مل وي او خبر يې کړ،چې يوازې او يوازې وژنتون ته ورشړل کېږي او ويل يې: “ګواهي ورکوم چې عايشې بي بي راته وويل،چې له رسول الله (ص) يې اورېدلي،چې ويې ويل: “حسين د بابل په سيمه کې وژل کېږي.” امام حسین يې د ليک په لوستو وويل: “نو ناچاره يم، چې وژنتون ته مې ولاړ شم!” او ولاړ.[543]

له عبدالله بن عمر(رض) سره دامام حسين خبرې اترې

او هم وايي: عبدالله بن عمر(رض) په خپل شخصي جايداد کې و،چې عراق ته د امام حسين له تګه خبر شو. درې ورځې لار يې ووهله او ځان يې ور ورساوه او عراق ته له تلو يې منع کړ.امام حسين و نه منله او ابن عمر(رض) ورسره غاړه وکړه او و يې ويل: “پر خداى دې سپارم، چې وژل کېږې![544]

د ابن اعثم په فتوح،د خوارزمي په مقتل،مثير الاحزان او نورو کتابونو کې وايي: ابن عمر(رض) چې عراق ته د امام حسين له تګه خبر شو،ځان يې ور ورساوه او واکمنۍ ته د غاړه ايښوو وړانديز يې ورته وکړ. امام حسين ورته وويل: “عبدالله! د دنيا له پستۍ هم دا بس دي،چې د يحيى بن زکريا سر يې د بني اسرائيلو يو بد چارې ته ډالۍ کړ؟! تردې چې ويې ويل: او خداى يې د سزا په ورکړې کې بيړه و نه کړه؛بلکې وروسته يې سخته درنه سزا ورکړه! بيا يې وويل: ابا عبدالرحمانه! له خدايه وډار شه او بې ملاتړه مې مه پرېږده. [545]

عراق ته د امام حسین روانېدل

او د امام حسین خطبه

په مثير الاحزان کې تر تېرو خبرو وروسته وايي : امام حسین خطبې ته پاڅېد او ويې ويل: “

الحمدلله ، ماشاءالله ، و لا قوة الا بالله. بنيادم ته مرګ یو حتمي چار دی او زه مې له مخکینیو تېرو شویو سره د ليدو ته دومره شور او ځوږ لرم،لکه حضرت يعقوب ،چې د حضرت يوسف ليدو ته درلود،يو وژنتون را ته ټاکل شوى چې ور رسم، لکه چې وينم د بدن غړي مې د نواميس او کربلا تر منځ د بېديا لېوان ټوټې ټوټې کړي،خپلې وږې ګېډې او تش ګوډي ترې ډکوي. هو! د تقدير په قلم له کښل شوي څخه تېښته نشته،د خداى خوشحالي زموږ د اهل بيتو خوشحالي ده.پر کړاوونو يې زغم کاږو او زموږ د زغمونو بدله راکوې. د رسول الله د تن ټوټې بيخي سره جلا کېږي نه او په د خدای په جنت کې بیا سره راټولېږي. سترګې يې پرې روښانېږي او خپلې ژمنې به ورسره پوره کړي. (اوس نو) چې چا ځان سرښندنې او د خداى رسيدو ته چمتو کړى دى، موږ ته دې راشي، چې زه انشاء الله ګهيځ مهال خوځم.[546]

* ټکى

‏دا دې له پامه و نه غورځېږي،چې ددې خبرو او خطبو په راوړلو کې زموږ موخه دا نه وه،چې دا خبرې په کوم وخت او ځای کې ترسره شوي دي ،چې په باب یې بحث وکړو او څه چې ددې بحث له څېړنې څخه لاس ته راځي؛نو همغه شان یې مرتب او منظم کړو؛بلکې موخه دا ده،چې په دې بحث کې د امام حسین د شهادت په باب  خپله د امام حسین او دهغه د ملګرو له لید لوري څخه یو رښتینی انځور را وړاندې کړو او په دې توګه د امام د شهادت حکمت او اغېز يې راته پر ډاګه شي او پر موخې يې د پوهېدو لپاره همدا را ته بسيا وي.

د يزيد فرمانونه

يزيد د امام حسین له حرکته خبر شو او ابن زياد ته يې وکـښل: “خبر شوى يم،چې حسين د کوفې پر لور در روان شوى دى. بې شکه ستا وخت، حکومت او  ستا د واکمنۍ ځای تر ټولو وختونو، ځایونو څخه لا ډېر په یوې بلا ککړ شوی دی او زما په دې ټولو کارمندانو کې یوازې ته په داسې ستر ازمېښت اخته شوی یې. اوس له داسې پېښې سره په پېښېدو کې ته دوه لارو ته رسېدلی یې: يا به د آزاد شویو کسانو لاره غوره کوې او بله دا چې عبودیت او مريتوب ته به ورګرځې![547]

ليکوال وايي: ښايي چې يزيد په خپل ليک کې زياد (د عبيدالله پلار) ته اشاره کړي وي، چې مور وپلار يې (سميه او عبيد) دواړه مريان وو، چې بيا حضرت معاويه په خپل پلار ابوسفيان پورى وتاړه او په جاهلي ټبريز دود کې،اموى او ازاد وشمېرل شو [548] او په کنايه يې تر غوږ ورتېروي، که د امام حسين د وژنې په دنده کې ناغېړي وکړې؛ نو د آل ابى سفيان له نسبه به يې وشړي او بيا به مريي شي!

او په بل روايت کې وايي: عمرو بن سعيد د همدې ليک په څېر ابن زياد ته ليک لېږلى و. [549]

امام حسین او فرزدق شاعر

امام حسین په لار کې “صفاح” ته ورسېد او شاعر فرزدق ورسره مخ شو او و يې وويل: “د رسول الله (ص) اولادې مور و پلار مې درځار! څه شوي چې له حج څخه په بيړه لرې وځې؟ امام حسین وويل: ” که بيړه مې کړې نه واى؛ خو نيول شوى به واى!” بيا يې ترې د کوفيانو احوال وپوښت، و يې ويل: “زړونه يې له تا سره او تورې يې له امويانو سره دي او وروستۍ پرېکړه خو له اسمانه راکېوځي.” امام حسین ورته وويل: “رښتيا دې وويل،هر څه د خداى دي او چې څه غواړي کوي يې،پالونکى هم هر ورځ پر يو کار بوخت دى که (الهي) قضا زموږ پر خوښۍ راکېوته؛نو خداى يې د نعمتو له امله ستايو او پخپله هم د شکر د ايستو لپاره مرستندوى دى او که (الهي) قضا زموږ د خوښې پر خلاف وه؛نو هغه کس،چې نيت یې حق او جامه يې تقوا وي او ځان ساتي وي؛نو د کینې او دښمنې پر لاره به روان نشي.” بيا یې له فرزدق سره وداع وکړ او سپرلۍ يې په ځغاسته کړه [550] او چې د “حاجز” [551] سيمې ته ورسېد؛ نو کوفيانو ته يې يو ليک ولېږه او خبر يې کړل چې پر ترويه ورځ له مکې وتى او پر لور يې ورځي[552].”

امام حسین او حضرت عبدالله بن مطيع

امام حسین د لارې په يوه چينه کې له “عبدالله بن مطيع عدوي”[553] سره مخ شو او عبدالله ورته وويل: “د رسول الله (ص) زوکړې مورو پلار مې درځار! دلته څه ته راغلي يې؟” امام حسين له خپلې پېښې خبر کړ او عبدالله وويل: “د رسول الله (ص) زويه! د اسلام حرمت در يادوم،چې لتاړ نه شي! پر خداى قسم درکوم چې د رسول الله(ص) حرمت مات نه کړې! پر خداى قسم درکوم چې د عربو حرمت مات نه کړې! ځکه پر خداى قسم، چې څه د امويانو په لاس کې دي او ترې يې اخلې؛ نو يقين چې وژنې دې او که ته يې ووژلې؛ نو تر تا وروسته به يې بيخي له چا سترګه نه سوځي او پر خداى قسم، بيا نو دا د اسلام حرمت دى چې لتاړ او ماتېږي او هم د قريشو او عربو؛نو مه کوه او کوفې ته مه ځه او پر امويانو غرض مه کړه!”؛خو امام حسین و نه منله او خپل تګ ته يې دوام ورکړ.

او په بل روايت کې وايي: حسين دا آيت ولوست :

إِن تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُواْ قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِن قَبْلُ وَيَتَوَلَّواْ وَّهُمْ فَرِحُونَ [554]

ژباړه: كه كومه ښېګنه (بريا يا غنيمت) درورسېږي؛ نو دوى ځورېږي او كه پر تا كومه سختي راځي، وايي :(( موږ خو له مخه د خپل كار چاره سنجولې وه )) او په خوشحالى درنه بېلېږي

امام حسین ورسره خداى پاماني وکړه او ولاړ[555].

چا باور درلود،چې امام حسین به نه وژل کېږي!

د تېرو نظریو پر خلاف،چې وویل شوې،حضرت عبدالله بن عمروعاص،.چې خپله د رسول الله (ص) له اصحابو او د خلافت له ډلې ځنې و؛نو خلک یې دې ته هڅول،چې: د امام حسين لاروي وکړئ. فرزدق له امام حسين سره تر ليدو کاتو وروسته وايي: “پر لار چې د حرم چاپېريال ته ورسېدم او ښکلې خيمه مې وليده او ورنژدې شوم او پوه شوم چې د حضرت عبدالله بن عمروعاص ده،ويې پوښتم او له امام حسين سره له ليده کاتو مې خبر کړ او ويې ويل: “پر تا افسوس! ولې يې ملګرى نه شوې! پر خداى قسم چې هغه مالک او بريمن کېږي او وسله پر هغه او يارانو يې اغېز نه کوي!” فرزدق وايي: ” پر خداى قسم هوډ مې ونيو،چې له امام حسين سره يو ځاى شم او د حضرت عبدالله خبره مې پر زړه کېناسته،بيا د پېغمبرانو پر ياد او وژنو يې بوخت شوم او دې را يادونې مې له يو ځاى کېدو ورسره مخه ونيوه …..[556]

امام حسین او حضرت زهير بن قين

امام حسین خپله لار وهله، چې “زرود” ته ورسېد او هلته له  ” حضرت زهير بن قين” [557]سره مخ شو. راوي چې د حضرت زهير له ملګرو څخه و وايي: موږ له مکې څخه له امام حسين پر یوه لاره باندې راووتو او بيخي مو نه غوښتل چې په يوه ځاى کې ورسره تم شو؛ داسې چې که امام حسين به حرکت کاوه؛نو حضرت زهير تمېده او چې درېده به نو حضرت زهير به لار وهله،تر دې چې له ناچارۍ په يو ځاى کې سره تم شوو.امام حسين په يوه څنډه کې ځاى ونيو او موږ په بله څنډه کې. پر خوړو بوخت وو،چې ناڅاپه د امام حسين استازى راغى تر سلام وروسته يې وويل: “زهير بن قينه! اباعبدالله حسين بن علي رالېږلى يم، چې ورشې!” وايي: وچ کلک او هک پک شوم، داسې چې څوک هر څه له لاسه وغورځوي، لکه چې مارغه مې پر سر ناست و. مېرمن يې ورته وويل: د رسول الله (ص) زوى دې غواړي او ته نه ورځې؟ سبحان الله! کاشکې ورشې او خبره يې واورې! حضرت زهير، امام حسين ته ورغى او ډېر وخت تېر نه و،چې خوشحاله راستون شو او حکم يې وکړ،چې خيمه او وزلي يې د امام حسين له کاروان سره يو ځاى کړي. بيا يې خپلې مېرمن ته وويل: ته ازاده يې،له خپلې کورنۍ سره دې يو ځاى شه چې ښه مې ايسي،نېکي مې در ورسي. وروسته يې خپلو ملګرو ته وويل: د چا چې خوښه وي له ما سره دې ولاړ شي که نه دا مې وروستي ليده کاته دي.

په بل روايت کې، ويې ويل: چې څوک شهادت غواړي را پا دې څي او چې نه يې غواړي ولاړ دې شي. [558]اوس درته يوه کيسه کوم. په بلنجر کې مو جګړه وکړه او خداى بريالي کړو او غنیمت مو تر لاسه کړ. سلمان باهلي را ته وويل: له خداى درکړې بريا او له تر لاسه شويو غنیمتونو څخه خوشحاله يې؟ ومو ويل: هو، و يې ويل: که د آل محمد ځوانان دې وموندل – او په بل روايت کې: که د آل محمد د ځوانانوښاغلى دې ومونده[559]؛نو له هغوى سره په ملګرتوب کې له جګړې او کوم غنیمتونه چې تر لاسه کوئ؛ نو خورا پرې خوشحاله وسئ! او اوس مو پر خداى سپارم[560].

مېرمن يې ورته وويل: خداى دې خير درکړي،هيلمنه يم چې د قيامت پر ورځ مې د امام حسين نيکه ته ورياده کړې.

امام حسین د حضرت مسلم او حضرت هاني له وژنې خبر شو

چې امام حسین “ثعلبية” ته ورسېد،د اسدي ټبر دوو تنو خبر کړ چې د ټبر يو تن يې وايي، له کوفې راغلم او د مسلم بن عقيل او هاني بن عروه وژنې مې وليدې،چې جنازې يې په بازارونو کې ګرځولې!

امام حسین وويل: “انالله و انااليه راجعون” خداى دې پرې ورحمېږي.

او دا جمله يې څو ځل وويله. دواړو اسدي سړيو وويل: “پر خداى قسم درکوم،چې ځان او خپل اهل بيت دې ومومې او له همدې ځايه ستون شې،چې ته کوفه کې نه کوم ملګرى لرې او نه کوم مینوال؛بلکې ډارېږم چې هسې نه کوفيان دې پر خلاف وي.” په دې وخت کې د عقيل زامن پاڅېدل او و يې ويل: “نه پر خداى،مقاومت کوو،چې خپله وينه وغواړو،يا چې څه مو ورور څښلي ويې څښو!” امام حسين هغو دوو تنو اسدي وګړيو ته وکتل او و يې ويل: “تر دې وروسته په ژوند کې هيڅ خير نشته.” وايي: پوه نشو چې د خپلې لارې پر دوام هوډمن دى؛نو و مو ويل: خدى دې خير درکړي او امام حسين وويل: خداى دې درباندې ورحمېږي[561]

د ابن اشعث او ابن سعد استازي

د ذهبي په تاريخ الاسلام کې راغلي : عمر سعد يو تن پر اوښ سپور امام حسين ته ولېږه، چې د حضرت مسلم بن عقيل له وژنې يې خبر کړي. د دينوري په اخبارالطوال کې راغلي : چې حسين “زبالې” ته ورسېد د محمد بن اشعت او عمر سعد استازي ورسره مخ شول او د ابن شعث او عمر سعد ليکونه يې ورسپارل؛هغه ليکونه چې حضرت مسلم له ابن اشعث او عمر سعد څخه غوښتي و،چې د کوفیانو له بې وفایۍ او دهغوی له بیعت ماتونې څخه امام حسین خبر کړي.امام حسین ددې ليک په لوستو مخکینی خبر بيخي رښتيا وباله [562].

په طبري تاريخ کې وايي: محمد بن اشعت،”اياس بن عثل طائي” ولېږه او ورته يې وويل: “امام حسين ووينه او دا ليک ورکړه” او د حضرت مسلم غوښتنه يې پکې کښلې وه. اياس په “زوباله” کې له امام حسين سره مخ شو او ليک يې وروسپاره او امام حسين وويل: “چې څه مقدر شي، هغه نازلېږي،موږ خپله دنده عملي کوو او د خداى په محضر کې به موږ خپله غوښتنه او د امت فساد راوړاندې کړو. “

امام حسین خپل ملګري د حضرت مسلم او حضرت هاني له شهادته خبروي

طبري او نور وايي: چې امام حسين به د اوبو له هرې چينې تېرېده؛نو د هغه ځاى خلک به ورسره يو ځاى کېدل،تر دې چې “زباله” نومې ځاى ته ورسېد او د حضرت عبدالله بن يقطر له شهادته خبر شو،چې ابن زياد وژلى او امام حسین  نوموړى کوفيانو ته استولى و،په دې وخت کې یې لاندې ليکنه راوايسته او خلکو ته يې ولوسته :

“بسم الله الرحمن الرحيم. اما بعد، اوس د مسلم بن عقيل، هاني بن عروه او عبدالله بن يقطر د وژنې  ناوړه خبر، څرګنده شوه چې زموږ پلویانو او مینه والو مو ملاتړ ونه کړ؛نو هر څوک پخپله خوښه ستنېداى شى،چې پر هغوی باندې زما له لورې کومه ژمنه نشته.” خلک هم ترې کيڼ او ښي لوري ته خپاره واره شول او امام حسين او هغه ياران يې پاتې شول،چې له مدينې ورسره راغلي وو! امام حسين دا چار ددې لپاره وکړ،چې پوهېده د دښتې اوسېدونکي خلک یا بېديا مېشتي پر دې باور دي،چې دوی هغه هېواد ته ځي،چې هلته به واکمن شي او دهغه ځای خلک به ورسره درېږي؛نو ځکه د امام حسین ښه نه اېسېده،چې دا ډله ورسره وي؛خو دا چې پوه شې چېرې ځي او امام حسين ښه پوهېده که موخه او موضوع ورته څرګنده شي،څوک يې نه ملګري کېږي؛خو دا چې پخپله خوښه د امام حسین ملګري شي.

د بني عکرمه له يو تن سره لیدل

راوي وايي: چې ګهيځ شو امام حسین خپلو ځوانانو ته وويل چې ښې ډېرې اوبه را واخلئ،بيا روان شو،چې د “عقبې” نومې ځاى ته ورسېد. دلته د “بني عکرمه” د ټبر يو تن د امام حسین کتو ته راغى او و يې پوښتل: چېرې ځې؟ امام حسين ورته پېښه وويله او هغه وويل: “پر خداى قسم درکوم،چې ستون شه،پر خداى قسم، يوازې له نېزو او تېرو تورو سره مخ کېږې؛ځکه دوى چې پيغام دراستولى،که داسې وه، چې پخپله يې جګړه کړې واى او لار چاره يې درته چمتو کړې واى او بيا ورغلی وای؛ نو دا ښه چار و؛خو تا چې کوم شرايط وويل زه سلا مشوره نه درکوم چې دغسې يو چار وکړې.” امام حسین ورته وويل: “د خداى بنده!چې څه دې راته وويل،راته ښکاره و او معقوله لا هماغه ده،چې وړاندېز دې وکړ؛خو خداى په خپل چار کې نه مغلوبېږي.[563]

په اخبارالطوال کې وايي: “دې سړي امام حسين خبر کړ،چې ابن زياد د قادسيې او عذيب ترمنځ ورته لښکر چمتو کړى دى او رسېدل دې څاري او هم يې وويل: چا چې ليکونه در استولي،پرې مه ډاډمنېږه؛ځکه دا به لومړۍ ډله وي،چې جګړه به درسره پيل کړي ……..[564]

او په بل روايت کې وايي : امام حسين تر دې وروسته وويل: “پر خداى تر هغې مې نه پرېږدي،چې زړه مې له ګوګله راوباسي،چې له دې چار وروسته به پرې خداى داسې يو تن برلاسى کړي،چې خوار او سپک به يې کړي، داسې چې په امتونو کې به خورا ټيټه او پسته ډله وي![565]

يو بل ګواښنګرى

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونو کې، راوي وايي : په بېديا یا دښته کې مې يوه خيمه وليده او ومې ويل: دا به د چا وي؟ وويل شول: د امام حسين ده. وايي: ورنژدې شوم او يو ستر شخصيت مې وليد،چې قرآن کريم يې لوست او پر مخ او ږيرې يې اوښکې بهېدې. ومې ويل: د رسول الله (ص) زويه! کوم څيز اړ کړې چې دې بېديا ته راشې؟ امام حسین وويل: دا د کوفيانو ليکونه دي،چې رالېږلي یې دي او يقين لرم،چې همدوى مې وژونکي دي او چې داسې يې وکړل؛نو د خداى هر حرمت به مات او خداى به پرې داسې يو تن سر لاس کړي،چې ذليل او خوار به يې کړي،داسې چې د ښځو مياشتنى عادت ته تر اېـښودنې ټوکره به هم خورا ناڅيزه وي![566]

ځينې روايات چې يو تر بله پرتله شي؛نو څرګندېږي،چې امام حسین په درېيو ځايونو کې له درېيو تنو سره په خبرو اترو کې ويلي،چې ژر به يې ووژني او خداى به دا کسان خوار کړي او د (ناکسانو) په منګولو کې به راګېر کړي او په څرګنده يې دا خبرې کولې.

امام علي بن الحسين رضى الله عنه وايي: “له حسين سره ووتو،چې چېرې به تمېدو يا ترې خوځېدو؛نو د يحيى بن زکريا خبرې يې کولې او يوه ورځ يې وويل: د خداى پر واړندې د نړۍ يوه پستي دا ده، چې د يحيى بن زکريا سر د بني اسرائيلو يوې بدچارې ته ډالۍ کېږي.[567]

له حر سره د امام حسین چلن

امام حسین خپله لار وهله،چې په اشراف (له واقعې څخه دوه ميله لرې پروت د او درې سترې څاګانې لري) کې دمه شو او ګهيځ مهال يې خپلو ځوانانو ته وويل: چې ښې ډېرې اوبه واخلئ.

امام حسين له “اشرافه” تېر شو او ورځ چې نيمه شوه، ناڅاپه يې يو ملګري د تکبير غږ وکړ. امام حسین ورته وويل: “ولې دې تکبير ووايه؟” ويې ويل: “د کجورو بڼونه مې وليدل!” د بني اسد ټبر دوو تنو وويل: په دې سيمه کې خو بيخي کومه د کجورو ونه نشته! امام حسين وويل: نو څه دي؟ وويل شول: په ګومان مې چې د دښمن د څار ټولى دى. امام حسین وويل: زه يې هم دغسې وينم او دواړو ته يې وويل: ايا دلته کوم لوړ ځاى شته،چې ور شو او ورته مو شا شي او له لښکر سره له يوې لورې مخامخ شو؟ وويل شوو: هو، په څنګ کې مو “ذوحسم” دی،که کيڼ لوري د دښمن له لښکره وړاندې ور ورسې؛نو مطلب به دې پوره شي. امام حسین د هغه ځاى پر لور ور روان شو او تر ډېر لږ وخت وروسته د دښمن لښکر ښکاره شو او په يوه ليکه کې ورسره شو؛خو امام حسين ترې مخکې غره ته ورسېد او ځاى پر ځاى شو. د حر بن يزيد په مشرۍ زر تنېز لښکر ما سپښين مهال د امام حسين او ملګرو پر وړاندې يې په يوه ليکه ودرېدل.امام حسين خپلو يارانو او ځوانانو ته وويل: “دې ډلې ته اوبه ورکړي او خړوب يې کړئ! او پر سپرليو يې هم اوبه وڅښئ!” په اوبو يې ښه ماړه کړل.ورپسې يې درې څلور وارې په لګنونو کې اسونو ته اوبه ورکړې.علي بن طعان محاربي وايي: زه د حر وروستى پوځي وم چې راورسېدم،امام حسين چې زما او د اس سخته تنده وليده و يې ويل:” اءنخ الراوية،يعنې سپرلۍ دې سموله” راويه؛ موږ د اوبو خيږ ته وايي (نو ځکه پوه پرې نه شوم) بيا يې وويل: “وراره! سپرلۍ سملوه”هغه مې سملوله. ويې ويل: وڅـښه،چې اوبه مې څښلې؛نو له خيږه اوبه راوتې. امام حسين وويل: د خيږ خوله وتړه. وايي: سرګردانه شوم او نه پوهېدم چې څه وکړم،چې امام حسين راپاڅېد او خوله يې وتړله او سپرلۍ مې وڅښلې. [568]

 ليکوال وايي: ايا د امام حسين د خوځښت پلټونکى دې حیرانوونکي چار ته کوم علت نه مومې؟ دا چې امام حسین  زر تنه له سپرليو سره يې خړوبوي او تر دې واړندې خپلو يارانو او ځوانانو ته ووايي،چې ښې ډېرې اوبه واخلئ؟! ايا شونې نه ده،چې امام حسين په دې ځانګړې ځاى کې له خپل نيکه څه خبرې اورېدلې وي؛هغه خبرې چې رسول الله(ص) له علايم الغيوب تر لاسه کړې وې؟ طبري او نور وايي: حر د حصين بن نمير په امر له زرو تنو سپرو سره له قادسيې راغلى و؛ځکه عبيدالله بن زياد د امام حسين د حرکت په خبرېدو خپل امنيه قومندان “حصين بن نمير” ته امر وکړ،چې په “قادسيه” کې لښکر ځاى پر ځاى کړي او له “قطقطانه” څخه تر “خفان” پورې څارونکي وګوماري او حصين د امام حسين مقابلې ته حر ولېږه.حر د امام حسين تر څنګ و،چې د ماسپښين لمانځه وخت شو او امام حسين خپل مؤذن ته وويل،چې اذان وکړي،تر اذان وروسته امام حسين مخامخ ورته ودرېد او د خداى تر ستاېنې وروسته يې وويل: “خلکو! دا مې د خداى او ستاسې پر واړندې عذر دى،زه ستاسې د ليکونو او استازيو له امله راغلى يم،چې په يوه غږ مو ويل: “راشه چې امام نه لرو، ښايي خداى په تا موږ د هدايت پر لور راټول کړي” اوس نو که پر هماغه ژمنه ولاړ ياست؛ نو راغلى يم، اوس نو که ژمنه راسره کوئ، چې پرې ډاډمن شم؛نو ښار ته مو درننوځم او که داسې مو ونه کړل او درتګ مې نه خوښوئ؛ نو مخ در نه اړوم او د خپلې پيلامې ځاى ته ستنېږم.”

راوي وايي: خلک چوپ شول او مؤذن ته يې وويل: اقامه ووايه او تر اقامې وروسته امام حسين،حر ته وويل: “ايا غواړې چې له خپلو ملګرو سره دې لمونځ وکړې؟”ويې ويل: “نه؛ بلکې په تاسې پسې لمونځ کوم” او امام حسين لمونځ ورکړ.

بيا خپلې خېمې ته ننووت او ياران يې پرې راټول شوو او حر هم خپل ځاى ته ورغى؛خپلې خېمې ته ننووت او يوه ډله ياران يې ورغلل او پوځيان يې هم خپلو ليکو ته ستانه شول او هر يو د خپلو سپرليو پړي ونېول او پر سيورې لاندې کېناستل،چې ماذيګر شو او امام حسين امر وکړ چې تلو ته چمتو شئ،بيا راووت او خپل مؤذن ته يې وويل چې د ماذيګر لمانځه ته اذان او اقامه ووايې،د جماعت لمونځ يې ورکړ او وروسته يې د خداى تر ستاېنې وروسته وويل:

“اما بعد؛ خلکو!که ځان ساتي شئ او حق خپل وړ ته يې (په رسميت) وپېژنی؛نو خداى به خوشحاله کړئ او موږ اهل بيت تردې مدعيانو چې په ناروا او تيرې درباندې واکمني کوي، ستاسې ولايت او مشرۍ ته خورا وړ يو، اوس نو که موږ نه خوښوئ او حق مو (په رسميت) نه پېژنئ او اند مو د خپلو ليکونو او استازيو پر خلاف دى؛ نو درنه تېريږم!”

حر وويل: “پر خداى قسم موږ خو له دې ليکونو ناخبره يو!”

امام حسين وويل: عقبه بن سمعان! [569]له ليکونو ډکې خورجينې راوړه،رايې وړې او ليکونه يې ورته په مخ کې خپاره کړل.

حر وويل: “موږ له هغوى نه يو،چې ليکونه يې در لېږلي؛بلکې مؤظف يو چې تر ليدو وروسته جلا در څخه نه شو او عبيدالله بن زياد ته دې بوځو.”

امام حسين وويل: “تر هغه خو مرګ درته را نژدې دى.” بيا يې خپلو يارانو ته وويل:”پاڅئ او سپاره شئ” سپاره شول او ودرېدل،چې ښځې يې هم سپرې شي؛ بيا يې خپلو يارانو ته وويل: “ستنېږو!”

او چې سنتېدل؛نو د حر لښکر يې مخه ونيوه او امام حسين،حر ته وويل: “مور دې بوره شه، څه غواړې؟” حر وويل: “پر خداى قسم،که بې له تا بل راته دا خبره کړې واى او ستا اوسنۍ حال يې درلوداى؛ نو کټ مټ مې داسې ځواب ورکاوه،چې مور يې بوره شوې واى؛نو چې هر څوک و، و به؛خو پر خداى قسم! زه حق نه لرم چې د مور نوم دې په ناوړه ياد کړم!” امام حسين ورته وويل: “نو څه غواړې؟” حر وويل: “پر خداى قسم،عبيدالله بن زياد ته دې بوځم.” امام حسين وويل:” پر خداى قسم ستا نه منم.”حر وويل: “پر خداى قسم زه دې هم نه پرېږدم” او دا خبرې چې درې ځل وويلې او چې خبرې اترې ډېرې شوې،حر ورته وويل:”له تا سره د جګړې دنده راکړاى شوې نه ده؛ يوازې مؤظف يم،چې بېل درنه نشم،چې کوفې ته دې بوځم، که يې نه منې؛ نو يوه داسې لار چې زما او ستا په خوښه نه وي،چې زه عبيدالله بن زياد ته ليک وکښم او ته يې يزيد بن معاويه ته او که دې خوښه وه عبيدالله بن زياد ته هم،چې ښايې خداى مې پردې چار وژغوري او ستا له چاره پر څه اخته نشم.” او درېيمنۍ لار يې وښووه او و يې ويل: له دې لوري ولاړ شه او د “عذيب” او د “قادسيه” له لارې کيڼ لوري ته مخه کړه.امام حسين له خپلو يارانو سره روان و او حر ورسره ملګرى و.

لښکرو ته د امام حسین وینا

او چې “بيضې” ته ورسېدل؛ نو امام حسين د خداى تر ستاېنې وروسته خپلو او د حر يارانو ته وويل: “خلکو! رسول الله (ص) وويل: “چې څوک ظالم واکمن وويني،چې د خداى حرام حلالوي، د خداى ژمنې ماتوي،د رسول الله (ص) له سنتو سره مخالفت کوي او د خداى له بندګانو سره په ګناه او تېري چلېږي او دا سړى يې په لاس او خوله مخالفت ته پانڅي،پر خداى ده، چې د ظالم مقام ته يې وردننه کړي! باخبر،چې دې ټولي د شيطان اطاعت ته غاړه ايښې او د رحمان خداى اطاعت يې پرېښى دى. فساد يې ښکاره،الهي حدود يې پرېښي،بيت المال يې مصادره کړى،د خداى حرام يې حلال او حلال يې حرام کړي دي او زه له دوى سره مخالفت ته خورا وړ او مناسب يم. په تېره بيا چې ستاسې ليکونه راورسېدل او ستاسې استازي راسره بيعت کولو تو راغلل،چې نه مې تسليم کړئ او نه مې يوازې پرېږدئ. اوس نو که پر خپل بيعت ټينګ پاتې شئ؛نو خپلې ودې او رشد ته رسئ، چې زه حسين د علي زوى او د رسول الله (ص) د لور فاطمې زوى يم. پر خپل ځان  او خپلې کورنۍ به  ستاسې د کورنۍ ملاتړ وکړم

او تاسې هم په ما پسې اقتدا وکړﺉ او که داسې مو و نه کړه او خپله ژمنه او بیعت مو راسره مات کړ؛نو پر خپل ځان مې قسم،چې ستاسې دا کار نوی نه دی،ځکه تاسې همدا کار زما له پلار، ورور او د تره زوۍ مسلم سره هم وکړ او هغه څوک به ډېر مغرور او غولېدلی وي،چې ستاسې ملاتړ ته زړه خوشالوي، تاسې خپله ګټه په وړیا ډول له لاسه ورکړه او خپل نصیب مو تباه کړ ،هو! چا چې ژمنه ماته کړه، يوازې په خپل زيان يې ماته کړې ده او خداى به مې ژر درنه مړه خوا او بې نيازه کړي. والسلام عليکم ورحمة الله و برکاته!”

د امام حسین بله وینا

امام حسین په “ذى حسم” کې هم وينا وکړه او د خداى تر ستاېنې وروسته يې وويل: “چې څه راباندې راکېوتي، ښه يې وينئ،په رښتيا چې دنيا ناوړه شوې،د دنیا ښو شا کړې او څه ترې نه دي پاتې ،خو د ژوند  ډېر لږ او ناڅیزه عیش او عشرت،چې له کړخت او کړاو پرته بل څه نه دي. ايا نه ونيئ چې پر حق عمل نه کېږي او له باطلو مخه نه نيول کېږي؟! حق ده، چې مؤمن بايد د لقاء الله هيله وکړي! او زه مرګ يوازې نېکمرغي او له ظالمانو سره ژوند پړه او ملامتي ګڼم.”

ورپسې حضرت زهير بن قين پاڅېد او د امام حسین يارانو ته يې وويل: “تاسې خبرې کوئ يا يې زه وکړم؟” وويل شوو: همدا ته خبرې وکړه.حضرت زهير د خداى تر ستاېنې وروسته وويل: “يا ابن رسول الله(ص)،خداى دې هدايت کړه!ستا خبرې مو واورېدې،پر خداى قسم که دنيا راته همېشه او موږ پکې تلپاتې واى او بېلتون ترې يوازې ستا په ملګرتوب واى موږ ستا ملګرتوب پر ژوند غوره ګاڼه. امام حسین ورته دعا وکړه او په ښو خبرو يې ځواب کړ.”

په دې وخت کې : حر د امام حسین تر څنګ ودرېد او ويې ويل: “حسنيه! خداى در ياد کړه او ځان مه وژنه، چې زه وينم که جګړه وکړې درسره جنګېږي او که جګړې ته راښکوول شوې؛ نو په يقين چې وژل کېږې!”

امام حسين ورته وويل: “ما له مرګه داړوې؟! تاسې ګومان کوﺉ که ما ووژنی؛نو هر څه به سم شي؟! نه پوهېږم چې څه درته ووايم! خو هماغه درته وايم،چې هغه اوسي سړي (چې له رسول الله سره د ملاتړ هوډ درلود) خپل د تره زوى ته وويل: چې يې ترې وپوښتل: چېرې ځې؛ ته خو وژل کېږې؟!”

و يې ويل:

ساءمضى و ما بالموت عار على الفتى

اذا ما نورى حقا و جاهد مسلما

وآسى الرجال الصالحين بنفسه

و فارق مثبورا يغش ويرغما

ځم، چې مرګ ځوانمرد ته ننګ نه دى.چې حق نيت وکړي او په ايمان جګړه وکړي او د صالحينو په لار کې سرښندنه وکړي او له ذليل چلي نابود شوي څخه جلا شي.

له کوفې د یارانو رارسېدنه

حر د دې خبرو په اورېدو له امام حسين بېل شو او له خپلو يارانو سره يې له امام حسين سره لار بدرګه کوله، چې “عذيب الهجانات” ته ورسېدل او پام يې شو چې د کوفې له لوري څلور سپاره ورته را روان دي او د هلال بن نافع زين کړى اس په ځان پسې را کاږي او “طرماح بن عدى” یې لارښوونه کوله،چې داسې یې وويل:

يا ناقتى ! لا تذعرى من زجرى

وشمرى قبل طلوع الفجر

بخير ركبان و خير سفر

حتى تحلى بكريم النجر

الماجد الحر رحيب الصدر

اءتى به الله لخير اءمر

زما سپرلۍ! له ځغلولو مې مه اندېښمنېږه

او هڅه وکړه، چې تر ګهيځ وړاندې

 غوره سپرو او اوچتو مسافرو ته ورسې

 چې د عزتمنو په عزت ووياړې

 هغه ستر سينه پراخه شخصيت

 چې خداى يې خپل غوره چار ته را بوتلې

 او هلته همېشه تلپاتې لري.

راوي وايي: چې امام حسين ته راورسېدل دا بيتونه يې ورته وويل او امام حسین ورته وويل: “هيلمن يم، چې څه خداى راته غوښتي، خير وي، که ووژل شم يا بريالي شوم.”

دلته حر ورغى او امام حسين ته يې وويل: “دا نوي راغلي کوفيان دي او له تاسې سره له راغليو ځنې نه دي؛ نو ځکه يې نيسم يا يې منع کوم.”امام حسین ورته وويل: “چې زه په څه له ځانه ملاتړ کوم له هغوى هم ملاتړ کوم، هغوى مې مرستندويان دي او تا راسره ژمنه کړې،چې د ابن زياد د ليک تر رارسېدو مې بيخي مزاحم نه شې.” حر وويل: “هو! خو دوی له تا سره نه وو.” امام حسین وويل: “دوى مې ياران دي او راسره د راغليو په څېر دي، اوس نو که ته مو ترمنځ تړون ته ژمن يې او عمل پرې کوې؛نو ډېره ښه که نه مبارزه درسره کوم.” حر (چې دغسې وليدل) هغوى يې پرېـښوول. بيا امام حسین راغليو ته وويل: “د کوفيانو حال راته ووياست.”يو تن يې حضرت مجمع بن عبدالله عائذى وويل: “د خلکو مشرانو ته يې ښې ډېرې بډې ورکړي،کڅوړې يې ورډکې کړي، ځان ته يې رامات کړي او نږه مشورې ورکوي؛نو دوى ټول ستا يو لاس دښمنان دي؛خو د نورو خلکو زړونه درسره دي؛خو سبا درباندې تورې وروي!”

امام حسين وويل: “کوفې ته مې له استازي خبر ياست؟”وويل شو:څوک و؟ويې ويل: “قيس بن مصهر ميداوى.” وويل شوو: هو!حصين بن نمير هغه ونيو او ابن زياد ته يې واستاوه او ورته يې وويل چې تا او پلار دې وکنځې؛خو هغه درباندې درود ووايه او هغه ابن زياد او پلار يې وکنځه او خلک يې ستا ملاتړ ته راوبلل او ستا له راتلو يې خبر کړل او ابن زياد امر وکړ،چې د ماڼۍ له بامه يې راګوذار کړئ.

د امام حسين له سترګو اوښـکې وبهېدې او دا آيت يې ولوست:

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (احزاب/۲۳)

ژباړه: په مؤمنانوكې داسې سړي شته، چې له خداى سره پركړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي دي) او ځينې ( لا ورته) سترګې پر لار دي او له  سره يې (خپله ژمنه) وا نۀ ړوله.

امام حسین بیا وويل: “خدايه! جنت مو هستوګنځى کړې او موږ او هغوى دې د خپلې لورونې په سيورې او ثوابونو کې راټول کړه.”

بيا “طرماح بن عدى” امام حسين ته نژدې شو او ورته يې وويل: “پر خداى قسم، وينم دې چې څوک درسره ملګرى نشته او يوازې همدا څارن پوځيان دې جګړې ته بسيا دي،حال دا چې له کوفې څخه له راوتو مخکې مې له ښاره دباندې يو ګڼ شمېر ټولى وليد،چې سارى يې ليدل شوى نه و او چې ومې وپوښتل؛نو وويل شول: دوى چمتو شوي،چې د حسين پر لور ورشي،اوس نو پر خداى دې قسم درکوم،چې يو ګام هم مه وراخله او که غواړې يوې بلې سيمې ته ولاړ شې او د خداى په پناه کې نوى هوډ ونيسې؛نو ما سره ولاړ شه،چې خپلې سوق الجيشي سيمې “اُجاء” ته دې بوځم،چې پر خداى قسم موږ هلته د “غسان” او “حمير” د پاچايانو په څېر او له “نعمان بن منذر” او بل هر ظالمه خوندي وو او پر خداى قسم چې بيخي ذليل او خوار شوي نه يو. زه درسره ځم، چې هلته ولاړ شو او بيا به د “طى” د ټبر د “اجا” او “سلمى” په سړيو پسې څوک ولېږو، چې پر خداى قسم، تر لسو ورځو په لږه موده کې د “طى” د ټبر سپاره او پياده ټول درته راځي،بيا نو تر خپلې خوښې له موږ سره وسه او که کومې پېښې ته تشويش کې کړې؛نو زه ژمنه کوم،چې ځايي شل زره جنګيالي دې په چوپړ کې دي،چې ملاتړ ته دې تورې ووهي.

هو! پر  خداى قسم، چې يو تن يې هم پاتې وي، پر تا به يې لاسبري نه وي.”

امام حسین ورته وويل: “خداى دې تا او ستا قوم ته خير ورکړي،زما او د دې قوم ترمنځ يوه ژمنه ده،چې ناليدلې يې ګڼلاى نه شم او نه پوهېږم، چې سر به يې چېرې وځي.”

امام حسين خپله لار وهله،چې د “بني مقاتل ماڼۍ” ته ورسېدل او تم شول او هلته يې يوه خيمه وليده، ويې پوښتل: دا د چا خيمه ده؟ وويل شول: د “عبيد الله بن حرجعفي” ده. امام حسین وويل: را ويې غواړئ. يو تن يې ورپسې ولېږه او استازي ورته وويل: حسين بن علي دې غواړي.

عبيد الله بن حر وويل: “انالله و انااليه راجعون”: زه يوازې له دې امله له کوفې راووتم، چې ښه مې نه اېسېدل چې زه په کوفه کې واى او امام حسين راننووتى واى! پر خداى قسم نه غواړم چې ومې ويني يا يې ووينم! استازى راستون شو او پېښه يې وويله.امام حسين څپلۍ پر بښو کړې او ورغى، تر سلام اچولو وروسته يې ملګرتوب او پاڅون ته وباله. عبيدالله بيا خپلې خبرې ورته وويلې. امام حسین ورته وويل: “که ملاتړ مو نه کوې؛نو له خدايه وډار شه او زموږ له دښمنانو سره مه وسه،چې پر خداى قسم، چې څوک زموږ فرياد واوري او ملاتړ مو و نه کړي؛نو هلاکېږي.”عبيدالله وويل: “خو انشاء الله چې دا چار به بيخي ونه شي.” او امام حسين ترې راپاڅېد او خپل ځاى ته راستون شو.

ليکوال وايي: ښايي چې د امام د پاڅون پلټونکى د خپلې پلټنې په پيل کې د امام ددې دريځ او په “زباله” کې يې د دريځ تر منځ يو ټګر او تناقص وويني،چې امام هلته د خپل شاوخوا خلک خپاره واره کړل او دلته يې د “عبيدالله بن حر” د ملګرتوب هڅه وکړ او تر دې وړاندې يې حضرت زهير بن قين جذب کړ او بې له دوى،ځينې يې ځانته او ځينې يې ډله ييز خپل ملاتړ ته راوبلل! خو که په بېلا بېلو ځايونو کې جلا جلا خلکو ته د امام خبرو ته پام وکړی؛نو مومې چې امام د داسې وګړيو په لټه کې دى چې تر بيرغ لاندې يې راټول شي او “پر نېکيو امر او له بديو منع” لپاره ورسره بيعت وکړي او د “يزيد” په څير د ضلالت له مشرانو سره بیعت و نه کړي . داسې ياران وي چې د دنيا د ټګيو برګيو پر واړندې ټينګ ولاړ وي او د ظلم له واکمنۍ سره جګړه وکړي او په دې لار کې ووژل شي!

بيا اوبه اخستنه

طبري او نور د “عقبة بن سمعان” له خولې وايي: امام حسين د شپې په وروستيو کې امر وکړ،چې اوبه واخلئ او بيا يې د روانېدو حکم وکړ.وايي : چې له “بني مقاتل ماڼۍ” لرې شو او څه لار مو ووهله؛نو امام حسين يوه شېبه وېده شو او چې راويښ شو؛نو ويې ويل: “انالله و انا اليه راجعون، والحمدلله رب العالمين” او دا جمله يې دوه يا درې ځل وويله.

وايي: په دې حال کې يې زوی “علي بن الحسين” ورغى او و يې ويل: پلار جانه! در ځار شم ،څه شوي،چې د خداى ستاېنه او استرجاع دې وويله؟ امام حسین وويل: “زويه! يوه شېبه ويده شوم او يو سپور راښکاره شو او ويې ويل: “دا ډله روانه ده او مرګ یې هرکلي ته ورروان دی” او پوه شوم، چې دا زموږ د مرګ خبر دی.” علي بن الحسين وويل: “پلار جانه! خداى دې هيڅ ډول بدي ښکاره نه کړي؛ خو ايا موږ پر حق نه يو؟” امام وويل: “هو، پر هغه قسم چې بندګان يې پر لور ورګرځي، موږ پر حق يو.”ويې ويل: “پلار جانه! نو ددې خو څه باک نشته، چې پر حق مرو.”امام وويل: ” خداى دې بدله درکړي، هغه بدله چې وړ زوى يې له خپل پلاره اخلي. [570]

د کربلا سیمې ته د رسول الله (ص) د کورنۍ ورننووتل

ابو مخنف وايي: چې ګهيځ شو، ټول کاروانیان راښکته شول او لمونځ يې وکړ او په بيړه بیا سپاره شول او امام حسین خپل ياران کيڼ لوري ته کاږه کړل،چې د حر له لښکره جلا شي؛خو حر يې د لارې د اوړېدو مخه نيوه،چې دوى هم د حر لار اړوله او کوفې ته له ورتګ څخه يې سخته ډډه کوله او روان وو،چې “نينوا” ته ورسېدل؛ هغه سيمه چې حسين پکې تم شو

د کربلا سیمه

وايي: ناڅاپه يې وليدل چې يو وسلوال له کوفې را روان دى،ټول ورته منتظر شول او چې ورته ورورسېد، پر حر بن يزيد او يارانو يې سلام واچو او پر امام حسين او يارانو يې نه.بيا يې حر ته د عبيدالله بن زياد ليک ورکړ، چې پکې راغلي وو: “اما بعد؛چې ليک مې درورسېد او زما استازى دې وليد؛نو حسين په وچه بې اوبو او بې وښو هوار ډاګ کې راکوز کړه! خپل استازي ته مې امر کړى چې تر هغې درسره وي،چې حکم مې عملي کړې او ما ترې خبر کړي. والسلام”

وايي: حر ليک ولوست او امام حسین ته يې وويل: “دا د امير عبيدالله بن زياد ليک دى.حکم يې راته کړى، چې په کوم ځاى کې يې ليک رارسي،هملته مو کېباسم او دا يې استازى دى چې امر يې ورته کړى،چې د حکم د عملي کولو پورې راڅخه بېل نه شي. په دې وخت کې د امام حسین د یو ملګري “يزيد بن زياد مهاصر کندي” د ابن زياد استازى ته پام شو چې د کندي له ټبرځنې و، ورته يې وويل: “ته مالک بن نسير يې؟” ويې ويل: هو. ويې ويل: مور دې درباندې بوره شه! دا څه ليک دې راوړى دى؟! ويې ويل: څه مې راوړي،د خپل امام خبره مې منلې او پر بيعت مې وفا کړې. يزيد ورته وويل: “له خپل پالونکي دې سرغړونه کړې او د خپل مشر دې منلې،چې ورک شې؟! ننګ او اور دې په برخه شوى!خداى تعالى وايي: “و جعلنا هم ائمة يدعون الى النار و يوم القيامة لاينصرون؛ هغوى يې داسې مشران کړى چې (خلک) جهنم ته بولي اود قيامت پر ورځ مرسته ورسره نه کېږي” او ستا مشر همدغسې دى!”

وايي: حر، امام حسين او ياران يې په تنګسه کې ونيول،چې په بې اوبو ډاګ کې يې تم کړي.ويې ويل: پرېږده، چې په همدې آبادۍ (يعنې نينوا) يا غاضريه يا بلې ابادۍ (يعنې شفيه) کې  پياده شوو او حر وويل: نه، پر خداى قسم، کړاى نه شم! دا سړى راغلى چې څاري مې! حضرت زهير بن قين وويل: “يا بن رسول الله (ص)! له دوى سره جګړه تر هغوى خورا اسانه ده،چې را وروسته جګړې ته روان دي،په ځان مې قسم په راتلونکې کې له داسې لښکر سره مخامخ کېږو،چې د مقابلې وس ورسره نه لرو!” امام حسين ورته وويل: “زه به د جګړې پيلوونکى نه يم!”

په “اخبار الطوال” کتاب کې وايي: حضرت زهير وويل: دلته موږ ته نژدې يو کلى دى،چې طبيعي موانع لري او فرات ترې هم راچاپېره دى،چې يوازې له يوې لارې ننووتل ورته شونې دي. امام حسين وويل: “د کلى نوم څه دى؟” و يې ويل: “عقر”. امام حسين وويل: له “عقر” څخه خداى ته پناه وړم!” امام حسين حر ته وويل: “لږ مخکې ځوو او تمېږو” او چې روان شول،چې کربلا ته ورسېدل، بيا نو حر او لښکر يې د امام حسين د تلو مخه ونيوه او حر وويل: همدلته تم شه چې فرات درته نژدى دى.

امام حسين وويل: “دا ځاى څه نومېږي؟”[571] وويل شول: “کربلا”. امام وويل: د کرب و بلا زڼى! پلار مې “صفين” ته د تلو پر لار له دې ځايه تېر شو او زه ورسره وم،چې ودرېد او په اړه يې وپوښتل او چې نوم يې واورېد، ويې ويل: “دا يې د رکاب د راکېوتو ځاى دى، دا يې د وينو د توييدو ځاى دى!” او چې په اړه يې وپوښتل شو؛ نو ويې ويل: “دلته به د آل بيت محمد عزتمن تم شي. [572]

او يوه موټى خاوره يې راواخسته او بوى يې کړه او ويې ويل: “پر خداى قسم دا هماغه خاوره ده،چې جبرئيل رسول الله (ص) ته وويل چې زه پکې وژل کېږم!”

له دې موضوع “ام سلمې” خبر کړى يم او ويې ويل: “جبرئيل له رسول الله (ص) سره و او ته له ما سره وې او ودې ژړل،رسول الله (ص) وويل: “زوى مې پرېږده” ما خوشې کړې او و يې نېوې او په غيږ کې يې کېنولې. جبرئيل وويل: “درته ګران دى؟” ويې ويل: “هو.” جبرئيل وويل: “امت دې ژر هغه وژني؛نو که غواړې هغه ځمکه درښيم چې پکې وژل کېږي!” ويې ويل: “هو غواړم يې” جبرئيل خپله وزر د کربلا پر ځمکې خپور کړ او پيغمبر ته يې ور وښووله [573]

په بل روايت کې وايي: “چې حسين بن علي محاصره شو،ويې پوښتل : “دا سيمه څه نومېږي؟” وويل شو: “کربلا”  ويې ويل: “رسول الله (ص) څه رښتيا ويلي،چې په حقيقت کې دا د کرب وبلا سيمه ده! [574]

تاريخپوهان ووايي: بيا يې امر وکړ چې پېټي پر ځمکه واړوئ او هغه د ٦١ س کال د محرم د میاشتې لومړۍ چهارشنبه يا دویمه پنجشنبه وه [575].

چې امام حسين په کربلا کې واړول؛ نو “محمد بن حنفيه” او يو شمېر بني هاشمو ته يې وليکل: “اما بعد فكاءن الدنيا لم تكن و كاءن الاخرة لم تزل؛ لکه چې دنيا بيخي نه وه او لکه چې آخرت تل جوت دى .[576]

کربلا ته د عمر سعد راتګ

طبري او نور وايي: بله ورځ “عمرسعد” له څلورو زرو تنو سره ورغى. وايي: هغه لومړى بايد د همدې لښکر په مشرۍ د “دستبى”بيرته نيوو ته تللى واى،چې د يلميانو نيولې و. ابن زياد، عمر سعد ته د “رۍ” د ولايت د واکمنۍ حکم کښلى و او ورته یې حکم وکړ،چې د دستبۍ د نیول لپاره دې روام شي. عمر سعد  په “رعين حمام” کې واړول،چې کوفې ته د امام حسين د راتلو خبره رامخې ته شوه او ابن زياد هغه را وغوښت او ويې ويل:”حسين ته ورشه،چې له چار يې بې غمه شو؛نو بيا خپلې دندې ته ځه.” عمرسعد وويل: “خداى دې درباندې ورحمېږي که شونې وي؛نو معاف مې کړه!” عبيدالله وويل: “هو، په دې شرط چې حکم مې بېرته راکړې!”

عمرسعد ددې خبرو په اورېدو وويل: “نن مهلت راکړه،چې سوچ وکړم”او ولاړ، چې له خپلو ناصحانو سره مشوره وکړي او چې له چا سر يې مشوره کوله ؛نو له امام حسين سره یې له مقابلې منع کاوه،تر دې چې خپل خوري “حمزه بن مغيرة بن شعبه” ورته وويل: “ماما جانه! پر خداى قسم درکوم چې امام حسين ته مه ورځه چې له خپل پالونکي سرغړونه کوې او د خپلې خپلوۍ اړيکې پرې کوې.پر خداى قسم که له دنيا او خپلې شتمنۍ تېر شې او که د ګردې ځمکې له واکمنۍ (که په اختيار کې دې وي) سترګې پټې کړې؛نو دا تر دې درته خورا غوره ده، چې د امام حسين په وينو د خداى ليدو کاتو ته ورشې!” او عمر سعد ورته وويل: انشاءالله د غسې کوم.”

عبيدالله بن يسار جهني وايي: عمر سعد ته چې له امام حسين سره د مقابلې دنده ورکړاى شوه؛نو ورغلم،راته يې وويل:”امير مې را ته حکم کړى،چې د حسين مقابلې ته ورشه او ما و نه مانه.” ورته يې وويل: “خداى دې لارښود وسه او خداى دې هدايت کړه. هو!مه کوه او مه ورځه.”

وايي: له کوره يې راووتم، چې يو راغى او ويې ويل: “عمر سعد،خلک له حسين سره مقابلې ته رابولي!” ورستون شوم،چې يې وليد مخ يې وګرځاوه او پوه شوم چې د تلو هوډ لري او ترې راووتم.

طبري وايي: عمر سعد،ابن زياد ته ورغې او ورته یې وویل:”خداى دې روغ رمټ لره، تا زه د رۍ پر حکومت باندې ګومارلی یم او دهغې حکم دې هم لیکلی دی او خلک هم ترې خبر دي،اوس که دې خوښه وي او اجازه راکوې،چې خپل ګومارل شوي ځای ته روان شم او ته هم له کوفې څخه یو بل کس ددې چمتو شوي لښکر مشر کړه او له حسین سره جګړه ته یې واستاوه او ما له حسین سره جنګېدو ته مه استوه او رانه تېره شه .” او څو تنه يې وروښوول،ابن زياد وويل: “د کوفې مشران مه راښيه،ما حکم نه دى درکړى، چې بولندوى راوښيې! که له لښکر سره مې ولاړ شه که نه ليک راکړه.” او عمرسعد يې چې ټينګار وليد ويې ويل: “نو پخپله ځم!” او له څلورو زرو تنو سره روان شو او په “نينوا” کې چې حسين تم شو، پر سبا يې کربلا ته ورسېد[577].

عمر سعد د امام حسین د راتګ علت پوښتي

وايي: عمر سعد ،”عزرة بن قيس” وغوښت او ورته يې وويل: “حسين ته ورشه او ویې پوښته،چې څه ته راغلى يې او څه غواړې؟”غزره چې خپله له هغو کسانو څخه و،چې امام حسین ته یې لیک استولې،چې راشه؛نو  حيا يې وکړه او له تلو يې عذر وغوښت،عمرسعد دا دنده د لښکر نورو مشرانو ته (چې د حسين رابلونکي وو) وړاندې کړه؛خو دوى هم ورسره و نه منله.په پاى کې کثير بن عبدالله (چې يو بې باکه او زړور او له يوه چار يې مخ نه ګرځاوه) را پاڅېد او و يې ويل: “زه ورځم او پر خداى قسم که غواړې نو وژنم يې!” عمر وويل: نه غواړم، چې يې ووژنې؛خو ورشه او ویې پوښته چې دلته څه ته راغلى يې؟” کثير روان شو او “ابو ثمامه ساعدي”،چې کثیر وليد؛نو امام حسين ته يې وويل: “ابا عبدالله! خداى دې په امان کې لره،چې د ځمکې خورا شري،بې باک او وژونکى درځي!” ثمامه خپله پاڅېد او کثیر ته ورغى او و يې ويل: ” که د امام لیدنې ته راغلې یې ؛نو توره دې راکړه! هغه وويل: “نه، پر خداى قسم چې دا خو يوه بې حرمتي ده.زه يوازې يو پيغام لرم، که غوږ ږدئ، پيغام مې درته وايم او که يې نه منئ؛نو ګرځم!” ابو ثمامه ورته وويل: “نو زه دې توره نيسم او ته دې خپله غوښتنه ووايه.”

و يې ويل: “نه، پر خداى قسم چې لاس به راوړندې نه کړې!”ويې ويل: پيغام دې راته ووايه،چې ستا پر ځاى يې امام ته ورسوم؛ځکه ته بد چارى يې او نه دى پرېږدم، چې ورنژدې شې! راوي وايي: “په پاى کې يې يو بل وکنځل او عمر سعد ته ورستون شو او پېښه يې ورته تېره کړه.”

عمر سعد،”قرة بن قيس” راوغوښت او ورته يې وويل: “قرة پر تا افسوس!د حسين ليدو ته ورشه او ویې پوښته چې ولې راغلى يې او څه غواړې؟” ورغى او چې له لرې څخه پرې د امام حسين سترګې ولګېدې؛نو امام وويل: “دا پېژنئ!”حبيب بن مظاهر وويل: “هو، دا زموږ له خپلوانو ځنی دی او د تميمى او حنظله له پرګې دى او زما يو خورى دى او ما نېک نظره اوعقلمن ګاڼه او باور مې نه و،چې چار يې تر دې ځار راورسي!” قرة راغى، پرامام  حسين يې سلام واچو او د عمر سعد پيغام يې ور ورساوه.

امام حسين ورته وويل: “ستاسې د ښار خلکو،همدې ښار راته کښلي وو،چې راشه اوس که نه غواړي او نه مې خوښوي؛نو ګرځم.”

وايي: وروسته حبيب بن مظاهر ورته وويل : قرة بن قيس،پر تا افسوس! چېرې ځې؟دې ظالم قوم ته ځې؟!ددې سړي ملاتړه وکړه،چې خداى ددې په پلرونو موږ او تاسې عزتمن کړي يو!” قرة وويل: “خپل بولندوى ته ځم او د پيغام ځواب يې ور رسوم او هوډ نيسم.” او عمر سعد ته ورغى او پيغام يې ورورساوه او عمر سعد ورته وويل: “هيلمن يم، چې خداى مې ترې له جګړې وژغوري.”

د عمر سعد او ابن زياد مکاتبه

عمر سعد، ابن زياد ته وکښل! “بسم الله الرحمن الرحيم. اما بعد؛ چې څنګه حسين را ورسېد،ما خپل استازى ور ولېږه او ومې پوښتل: څه ته راغلى يې او څه غواړې؟ او حسين وويل: ددې ښار خلکو ليکونه رالېږلي او استازي يې راته راغلي او له ما يې غوښتي و،چې راشه او راغلم. اوس که مې نه غواړي او له هغه پيغامه پښېمانه وي، چې استازيو يې راوړى و،زه هم ستنېږم”

چې ابن زياد ته دا ليک ولوستل شو و يې ويل:

الان اذ علقت مخالبنا به – يرجو النجاة ولات حين مناص “اوس چې زموږ په منګولو کې دى؛نو د ژرغورنې هيلمن دى؛ خو د ژغورنې لا يې نشته!”

او عمر سعد ته يې وکـښل: “بسم الله الرحمن الرحيم. ليک دې راورسېد او پر پيغام دې پوه شوم،حسين ته وړانديز وکړه،چې پخپله او ګرد ياران يې له يزيد بن معاويه سره بيعت وکړي،که داسې يې وکړل،خپل هوډ به ونيسم. والسلام”

عمر سعد ددې ځواب په ليدو وويل: “احتمال مې ورکاوه، چې عبيدالله جوړ جاړي ته غاړه نږدي.”

ابن زياد ټولبلنه ورکوي

بلاذري په انساب الاشراف کې وايي: ابن زياد،عمر سعد کربلا ته ولېږه او ټولبلنه یې وکړه،چې ټول خلک دې په “نخيله”غونډ کې راټول شي،چې د کوفې لښکرګاه و او هيڅوک دې سرغړونه نه کوي.پر منبر يې حضرت معاويه وستايه او پر سرحدي ځواکونو يې د هغه مهربانۍ او دهغه د عصر مينه، يووالى او همغږۍ يادې کړې او ويې ويل: “يزيد يې زوى دى او د خپل پلار خوى لري او پر لار يې روان دى! اوس يې سل په سلو کې ستاسې معاش زيات کړى دى؛نو په ښار کې هيڅوک؛کار پوهان، مشران، کسبګر او ښارمېشتي پاتې نشي او ټول دې      راووځي او له ما سره دې غونډ ته ولاړ شي او چې سبا مې هر څوک وليد،چې سرغړونه يې کړې؛نو خوندي به نه وي!”

بيا له ښاره ووت او غونډ يې جوړ کړ او “حصين بن تمیم “يې راوغوښت چې له څلورو زرو تنو سره په قادسيه کې و او لښکر يې “نخيله” ته ورغى.

تر دې وروسته يې كثير بن شهاب حارثى،محمد بن اشعث بن قيس ،قعقاع بن سويد، د عبدالرحمان منقرى لمسی او اسماء بن خارجه فزارىراوغوښتل او ويې ويل: “په خلکو کې وګرځئ او اطاعت او استقامت ته يې راوبولئ او د فتنې او سرغړونې له پايلو يې وډار کړئ او راويې هڅوئ چې غونډ ته راشي.

دوى کوفې ته ورغلل او پر ګرځېدو بوخت شول او يو شمېر يې ورټل او وروسته له ابن زياد سره يو ځاى شول او يوازې “کثير بن شهاب” پاتې شو چې په ځواک په کوفه کې ګرځېده او خلک يې غونډ ته بلل او له فتنې او له امام حسين سره له ملاتړه يې منع کول.!!

ابن زياد، دوه ورځې وروسته “حصين بن تمیم” له څلورو زره ننېز لښکر سره د امام حسين لوري ته ولېږه او ورپسې يې د “حجار بن ابجر” له زرو تنو سره ور ولېږه.

په دې ترڅ کې “شبث بن ربعي” ځان په ناروغۍ وواهه؛خو ابن زياد داړ کړ،چې له زرو تنو سره د امام حسين په لور ورشي او و يې منله او داسې وه،چې هر بولندوى له زرو تنو سره حرکت کاوه، له درې سوو يا څلورو سوو تنو يا لږو سره خپل مطلب ته رسېدل؛ځکه لاره سمه وه. همدغسې ابن زياد “يزيد بن حرث” له زرو تنو يا لږو ځواکونو سره ولېږه. بيا يې “عمرو بن حريث” په کوفه کې خپل ځايناستى کړ او “قعقاع بن سويد” ته يې امر وکړ چې له خپلو سپرو سره په کوفه کې وګرځي او د “همدان” د ټبر يو تن چې د ميراث اخستلو لپاره کوفې ته راغلى و،ونيوه او ابن زياد ته يې بوت او ويې واژه! او داسې شو چې يو بالغ هم په کوفه کې پاتې نشو او ټول د “نخيله” غونډ ته ورغلل.

ابن زياد تر دې وروسته له ګهيځه تر شپې،شل تنيزې،دېرش تنيزې، پنځوس تنيزې او سل تنيزې ډلې له “نخيلې” څخه عمر سعد ته ولېږلې،په مثير الاحزان کې وايي: د محرم پر شپږمه د دښمن د لښکر شمېر شل زره تنه و[578].

بلاذري په انساب الاشراف کې وايي: ابن زياد د کوفې په ورونو څارونکي وګومارل،چې هسې نه کوم يو جنګيالى ترې تېر شي او د امام حسين ملاتړ ته ورشي او د کوفې پر چاپېريال کې يې وسلوال ودرول او ددې قومنداني يې “زحر بن قيس” ته ورکړه او د ځان او عمر سعد د لښکر ترمنځ يې تکړه سپاره مؤظف کړل،چې شېبه په شېبه يې له پېښو خبروي[579]!

د رسول الله (ص) پر ځوځات يې اوبه وتړلې

طبري د حميد بن مسلم له خولې وايي: ابن زياد،عمر سعد ته وکښل: “اما بعد؛حسين او ياران يې اوبو ته له لاسرسۍ بې برخې کړه،نه ښايي چې يو څاڅکى ترې وڅښي.لکه چې له هغه پاک مظلوم تقى،اميرالمؤمنين عثمان بن عفان سره چې چلن وشو!” وايي: عمر سعد هم “عمرو بن حجاج” له پينځوسو سپرو سره د فرات غاړې ته ولېږه،چې امام حسين او ياران يې له اوبو ان يو څاڅکى هم و نه څښي!او دا کړنه د امام حسين له وژنې درې ورځې مخکې وه.

په دې وخت کې “عبدالله بن حصين” چغه کړه: “حسينه! دا اوبه نه ګورې چې د پراخ اسمان په څېر (رڼې او پراخه) دي؟ پر خداى قسم يو څاڅکى ترې څښلاى نه شې،چې ومړې!” امام حسين وويل: “خدايه! تږى يې مړه کړه او و يې نه بښې!”

حميد بن مسلم وايي: پر خداى قسم د کربلا تر پېښې وروسته په ناروغۍ کې يې پوښتنې ته ورغلم، پر ايکي يو او بې سياله خداى قسم ومې ليدل چې اوبه څښي او پرې پړسېږي،بېرته يې راګرځوي،بيا اوبه څښي،چې موړ شي؛ خو نه مړېده او دې حال دوام درلود،چې ومړ!

د اوبو پر سر نښته

وايي: چې امام حسين او ملګرى يې تندې راګېر کړل؛نو خپل ورور عباس يې له دېر شو تنو سپرو، شلو تنو پياده او شلو خېږونو سره په اوبو پسې ولېږل. دوى د شپې ولاړل،چې اوبو ته نژدې شول.”نافع بن هلال” له بيرغ سره مخکې ولاړ او عمرو بن حجاج  وويل: “څوک يې، راوړاندې شه چې و دې وينم، چې څه ته راغلى يې” نافع وويل: “راغلى يم،چې اوبه وڅښم چې دې راباندې تړلي دي.” عمرو وويل: “په خوند يې وڅښه” نافع وويل: نه، پر خداى قسم،چې حسين او ياران يې تږي دي،يو څاڅکى يې هم نه څښم او ناڅاپه ټول پرې راټول شول. عمرو وويل: “نه، دوى بايد اوبه ونه څښي،موږ يې دلته درولي يو،چې اوبو ته يې پرېنږدو”مخکې ولاړل او پياده ته يې وويل: “خپل خيږونه ډک کړئ” او په بيړه يې خيږونه ډک کړل او عمرو بن حجاج او ملګرو يې پرې بريد وکړ او عباس بن علي او نافع بن هلال ورسره پر مقابله لګيا شو و او تر شايې له ډکو خيږونو سره را ستانه شوو.

امام حسین تر جګړې مخکې غاړه خلاصوي

له هاني بن شبيب (چې د امام حسين د شهادت لیدوونکی وه) ورايتوي:

امام حسين،”عمرو بن قرضه”،عمر سعد ته ولېږه او ويې ويل: ” د شپې د دوو لښکرو ترمنځ راسره وګوره” عمر سعد له شلو تنو سپرو او امام حسين هم پر همدې شمېر بهر راووتل او چې سره مخ شول؛نو امام حسین خپلو يارانو ته وويل چې ترې لرې شي او عمر سعد هم همدغسې وکړل. وايي : دومره لرې شول،چې نه يې موږ خبرې اورېدې او نه غږونه او خبرې اترې د شپې تر يو وخته اوږدې شوې.بيا هر يو خپل ځاى ته ستانه شول. بيا نو خلک په ګومانو پيل وکړ،چې امام حسين،عمرسعد ته ويلي: “راځه چې دواړه يزيد بن معاويه ته ورشو او دا دواړه لښکرې پرېږدو.عمرسعد ويلي دي: “کور مې راويجاړوي او امام حسين ويلي دي: “زه يې در ته جوړوم.” عمر سعد ويلي دي: “شتمني مې اخلي.” امام حسين ورته ويلي: “په حجاز کې تر دې ښه شتمني درکوم.” نو عمرسعد ورسره و نه منله.

وايي: په خلکو کې دا خبرې خپرې شوې وې؛ خو اورېدلې يې نه وې.

او له “عقبة بن سمعان” وايي: له امام حسين سره ملګرى شوم،له مدينې څخه تر مکې او له مکې څخه تر عراقه ورسره وم او تر وژنې ترې جلا نه شوم او له خلکو سره يې خبرې مې اورېدلي دي او داسې جمله به نه وي،چې په مدينه،مکه يا پر لار يا عراق يا لښکر کې يې ويلي وي او ما به اورېدلي نه وي. باخبر! پر خداى قسم چې څه خلک وايي او انګيري،چې غوښتل يې، يزيد بن معاويه ته لاس ورکړي يا يې د مسلمانانو يوې پولې ته وشړي!نه، دغسې وړانديز يې کړى نه دى؛بلکې ويې ويل: “ما پرېږدئ، چې په دې پراخ هېواد کې وګرځم او ددې خلکو د چار پايله ووينم”.

ابن مخنف روايتوي: امام حسين او عمر سعد درې يا څلور ځل سره وليدل او عمر سعد،زياد ته وکښل: “اما بعد؛ خداى ددې فتنې اور مړ کړ او خبره مو يوه شوه او د امت چار يې سم کړ.حسين راته وړانديز وکړ،چې (يا) له راغلي ځايه بېرته ورشې يا يې موږ په خپله خوښه د مسلمانانو يوې پولې ته وشړو او د يو مسلمان په څېر وي، چې په ګټه او زيان کې ورسره ګډ وي يا امير المؤمنين يزيد ته ورشي او لاس ورکړي او چې څه يې په نظر و، هماغسې وشي! دا وړانديز ستاسې د خوشحالۍ لامل او د امت په صلاح دى”.

وايي : ابن زياد ليک ولوست او ويې ويل: “دا د هغه چا ليک دى،چې د خپل قومندان خير غواړي او پر خپلو وګړيو يې زړه سوځي.هو منم يې”

په دې وخت کې “شمر بن ذى الجوشن” پاڅېد او ويې ويل: “دا يې منې،چې دا دى ستا په سيمه او تر څنګ دې تم شوى دى؟! پر خداى قسم که ستا له چاپېرياله ووځي او لاس دې پر لاس کېنږدي،چې البته هغه د توان او عزت وړ او ته ډېر کمزورى يې! نو دا موقعيت مه ورکوه،چې دا چار له سستۍ راولاړ شوى دى؛بلکې هغه او ياران يې بايد ستا حکم ته غاړه کېږدي : اختيارمن يې که سزا ورکوې او که بښې يې! پر خداى قسم خبر شوى يم چې حسين او عمر سعد د شپې د دواړو لښکرو تر منځ کېني او خبرې اترې کوي!”

اين زياد ورته وويل: “ډېر ښه پوه شوى يې، نظر دې سم دى!”

ابن زياد د امام حسین د ستنېدو مخ نيسي

وايي: عبيدالله بن زياد،شمر راوغوښت او ورته يې وويل: “دا ليک عمر سعد ته يوسه،هغه بايد حسين او يارانو ته يې وړانديز وکړي،چې زما حکومت ته تسليم شي،که يې ومنله روغ او رمټ يې راولېږه او که يې ونه منله جګړه ورسره وکړه. که هغه دا چار وکړ،امر يې ومنه او اطاعت يې وکړه او که يې ونه منله جګړه ورسره وکړه، چې ته د لښکر قومندان يې، بيا نو يرغل پرې وکړه، غاړه يې ور پرې کړه او سر يې راولېږه!”

وايي: ابن زياد بيا عمر سعد ته وکښل: “اما بعد! ما ته د حسين پاسوالۍ ته لېږلۍ نه يې،چې مهلت ورکړې او سلامتۍ او پايښت ته يې هيلمن کړې او شفاعت يې وکړې! ووينه، که حسين او يارانو يې دا حکومت ومانه او تسليم شول؛نو روغ رمټ يې راولېږه او که و نه مانه،يرغل پرې وکړه،چې ټول ووژنې او مثله يې کړې چې د همدې وړ دي! او که حسين ووژل شو؛نو پر سينه او شا يې اسونه وخېژوه،چې سرغړاند، لار وهونکى او ظالم دى! او په دې چار کې مې انګېرنه داسې نه ده،چې هغه تر مرګ وروسته کوم زيان ويني؛بلکې له ځان سره مې ژمنه کړې، چې که مې وواژه،ورسره به دغسې وکړم!اوس نو که دې ومنله او زما حکم دې عملي کړ د مطيع اورېدونکې بدله اخلې او که دې و نه منله،زما له چاره او له لښکره مې ګوښى شه او لښکر شمر بن ذى الجوشن ته وسپاره،چې ما ورته امر ورکړى دى، والسلام.”

شمر،عباس او وروڼو ته يې امان ورکوي

طبري وايي: وروسته له دې،چې شمر له ابن زیاد څخه ليک واخېست او له “عبدالله بن ابى المحل [580]”  سره پاڅېد او عبدالله وويل: خداى دې امير روغ جوړ لري،زما خورين له حسين سره دی؛که صلاح وينئ امان ليکونه ورته وکښئ،ابن زياد وويل: “هو، په سترګو!”او خپل ليکوال ته يې امر وکړ،چې امان ليک وکښه او عبدالله دا ليک خپل مريي “کزمان” ته ورکړ، چې ورسيد ور غږ يې کړ:”دا يو امان دى،چې ماما مو رالېږلى دى!” او هغو ځوانمردو وويل: “ماما ته مو سلام ووايه او ورته ووايه: ستاسې امان ته اړتيا نه لرو،د خداى امان د “سميه” د زوى تر امانه اوچت دى!”

وايي: شمر بن ذى الجوشن د ابن زياد ليک عمر سعد ته راووړ او ورته يې ولوست عمر سعد ورته وويل: “پر تا افسوس! څه درباندې شوي!خداى دې کور وران او قدمونه دې سرګردانه کړه! پر خداى قسم يقين لرم،چې د ابن زياد نظر دې اړولى،چې زما وړانديز و نه مني،پر موږ دې سم چار را وران کړ!پر خداى قسم حسين غاړه نږدي، خټه يې غاړه نه اېښوونکې ده!” شمر ورته وويل: “را ته ووايه څه کوې؟ ايا د خپل امير حکم دې منې او دښمن وژنې؟ که نه؛زما او د لښکر ترمنځ لرې شه!”عمر سعد وويل: “نه، ستا پکې څه نشته! زه يې پخپله کوم، ته د پياده لښکر قومندان وسه!”

راوي وايي: شمر راغى او د امام حسين د يارانو په مخ کې ودرېد او و يې ويل: “خورين مو چېرې دی؟” عباس، جعفر، عثمان (د علي زامن) ورغلل او و يې ويل: “پر تا څه شوې او څه غواړې؟” شمر وویل : تاسې په امام کې یاست. دوی ورته وويل: ” د خداى لعنت دې درباندې وي! موږ ته امان راکوې؛خو د رسول الله زوکړې ته کوم امان نشته؟!”

د عاشورا شپه

وايي: عمر سعد د محرم پر نهمه د پنجشنبې پر ماذېګر د بريد حکم وکړ او غږ يې کړ: “يا خيل الله ارکبى وابشري؛ د خداى لښکره، سپاره شئ او خوشحالي وکړئ!”

بيا يې د امام حسين د خيمو پر ځاى بريد پيل کړ،حضرت زينب د اسونو د اوازونو په اورېدو ورور ته ورغله او امام حسين په ناسته وېده و، راويښ يې کړ او و يې ويل: “وروره! دا غږونه نه اورې چې شېبه په شېبه رانژدې کېږي؟” امام حسين سر راپورته کړ او ويې ويل: “رسول الله (ص) مې په خوب کې وليد، چې راته يې ويل: “ته را ته راځې” حضرت زينب چې دا واورېدل خپل مخ يې وواهه او ويې ويل: “افسوس راباندې!” امام حسين وويل: خورې! افسوس دې درباندې نه وي چوپ شه!د بښوونکي خداى بښنه دې درباندې وي” او عباس بن علي وويل: وروره! د دښمن لښکر راورسېد” او امام پاڅېد او ويې ويل: “عباس وروره! در ځار شم، سپور شه او مقابلې ته يې ودرېږه او ورته ووايه: “څه درباندې شوې،څه پېښه شوې،ولې را وخوځېدئ؟” عباس د شلو تو په شاو خوا کې سپرو سره چې”زهير بن قين” او “حبيب بن مظاهر” هم ورسره وو، ورغلل او پر واړندې يې ودرېدل او ويې ويل: “څه پېښ شوي،څه غواړئ؟” هغوى وويل: “د امير حکم را رسېدلى، چې ورته يې وايم: يا يې حکم ته غاړه کېږدئ يا مو تسليموم!” عباس وويل: “بيړه مه کوئ،چې ابى عبدالله ته ورشم او ستاسې پيغام ور ورسوم” هغوى ودرېدل او ويې ويل: “ولاړ شه او ځواب يې راوړه.”عباس ورغى چې امام حسين خبر کړي او ملګري یې ودرېدل چې د مقابل لوري سره خبرې وکړي. حبيب بن مظاهر،زهير ته وويل: که غواړې نو خبرې ورسره وکړه که نه زه يې کوم. زهير وويل: خبرو ته دې دوام ورکړه.

حبيب ورته وويل: “باخبر! پر خداى قسم، چې څوک د رسول الله (ص) ځوځات،اهل بيت، د خداى صالح بندګان او د شپې لمونځ کوونکي ووژني،سبا چې په قيامت کې خداى ته ورځي؛نو د خداى پر واړندې به ډېر ناوړه خلک وي!” “عزرة بن قيس” ورته وويل: “څومره ځان پاک ښيې!”زهير ورته وويل: “عزرة! خداى هغه پاک او هدايت کړى دى.عزرة! له خدايه وډار شه چې زه دې خير غواړم .عزرة! پر خداى قسم درکوم،چې هسې نه له هغوى وسې،چې د سپېڅليو په وژنه کې د ضلالت او بې لارۍ مرستندوى کېږي!”عزرة وويل: “زهيره! (څه شوي؟) زما په نظر خو ته د دې کورنۍ له لارويو ځنې نه وې؛ته خو عثماني وې!”زهير وويل: ايا ته پخپله دا استدلال نه کوې،چې زه په دې موقعيت کې له هغوى (عثمانيانو) وم؟ باخبر! پر خداى قسم ما خو بيخي ليک ورته کښلى نه و او نه مې څوک ورپسې لېږلى و او نه مې د ملاتړ ژمنه ورسره کړې وه؛بلکې دې لار،سره يو ځاى کړو او چې امام حسين مې وليد؛نو رسول الله (ص) او پر وړاندې يې د امام حسين مقام راياد شو او په اړه يې ما د دښمن اوستاسې د ګوند برنامه ومونده او د هغه ملاتړ ته مې ملا وتړله او  د ګوند غړى يې شوم او هوډمن شوم چې ترې ځار شم، په دې هيله چې د خداى د حق او د رسول الله د حق (چې تباه کړى مو دى) پاسوالي وکړم.”

امام حسين مهلت غواړي

راوي وايي: عباس د عمر سعد له وړانديز سره امام حسين ته ورغى او امام حسين ورته وويل: “ورشه او که دې وکړاى شو؛خو کړنې يې تر سبا ځنډه کړه او نن شپه يې رانه لرې کړه،چې ښايي (نن شپه) خپل پالونکي ته لمونځونه وکړم ويې بلم او دعا وکړم،چې خداى پخپله پوهېږي چې زما ښه ايسي چې زه ورته لمونځ وکړم،قرآن ولولم او ډېره دعا وکړم.”

عباس ورستون شو او ويې ويل: “قومه! اباعبدالله درنه غواړي،چې نن شپه ستانه شئ،چې ددې موضوع په اړه غور وکړي؛ځکه په دې اړه مخکې مو ترمنځ څه خبرې اترې شوې نه دي.سبا به انشاءالله سره وګورو او چې څه غواړئ او وړانديز يې کوئ يا يې منو يا يې نه منو.” د عباس (رض) موخه دا وه، چې دښمن د شپې ستون کړي، چې امام په خپلو چارو بوخت شي او خپلې کورنۍ ته لازمې سپارښتنې وکړي. لنډه دا چې عباس (رض) د امام غوښتنې وويلې او عمر سعد وويل: “شمره! ستا څه نظر دى؟” شمر وويل: “چې څه ته وايې؛ځکه  قومندان يې او راى دې رايه ده.” عمرسعد وويل: هوډ مې نيولى چې (يوازې) نه وسم، بيا يې خلکو ته وويل: “ستاسې څه نظر  دى؟”عمرو بن حجاج وويل: “سبحان الله! پر خداى قسم که هغوى د يليمان وو او دا غوښـتنه يې درلوداى؛ نو ښه وه چې غوښتنه يې دې منلې واى” او قيس بن اشعث وويل: “غوښتنه يې ومنه،چې پر ځان مې قسم ګهيځ ورسره جګړه کوو!”عمر سعد وويل: “پر خداى قسم که پوه شوم داسې کوي، همدا نن شپه مهلت نه ورکوم!”

له “علي بن الحسين” روايت شوى: “د عمر سعد يو استازى راغى او ويې ويل: “تر سبا مو مهلت درکړ، که تسليم شوئ، تاسې اميرعبيدالله بن زياد ته لېږم او که و مو نه منله، نه مو پرېږدم!”

د عاشورا پر شپه د امام حسین خبرې

له علي به الحسين روايت شوى: د عمرسعد له ستنېدا وروسته،ماښـام ته نژدې امام حسین خپل ياران راټول کړل او زه چې ناروغ وم، نژدې ورغلم او وامې ورېدل چې ورته يې ويل :” خداى تبارک و تعالى په غوره ستاینو ستاېم او په سوکالۍ او تنګسه کې يې شکر کاږم.خدايه ستاېم دې،چې په نبوت دې غزتمن کړو، له قرآن کریم سره دې اشنا کړو،په دين کې دې فقيه کړو، اورېدونکي غوږونه،سترګورې سترګې او جذاب زړونه دې راکړل او له مشرکانو دې نه کړو. اما بعد؛ زه تر خپلو يارانو اوچت او تر خپلو اهلبيتو غوره نه پېژنم. خداى دې زما له لوري تاسې ټولو ته ښه ثواب درکړي،باخبر! يقين لرم،چې څه مې له دې دښمنانو وليدل،سبا يې تر سره کوي؛ نو ځکه تاسې ته مې يو تدبير سنجولى دى:

ټول ازاد ولاړ شئ (او پوه شئ) چې زما له لوري درباندې کومه ژمنه نشته.دې شپې رانغاړلي ياست،خپله سپرلۍ يې کړئ او هر يو نارينه مو،زما د اهل بيتو د يوه نارينه لاس ونيسئ بيا په بېديا او ښارونو کې خپاره واره شئ،چې خداى پراخي راولي،چې دا قوم يوازې ما غواړي او که ما ووژني، بې له ما له نورو لاس اخلي.”

د اهل بيتو او يارانو ځواب یې

په دې وخت کې يې،وروڼو،زامنو،ورېرونو او د عبدالله بن جعفر دوه زامنو،امام حسین ته وويل: “څه ته دا چار وکړو؟چې تر تا وروسته پاتې شو؟ خداى مو دې بيخي نه پاتې کوي!”عباس بن علي دا خبرې پيل کړې او نورو ورسره ويلې او امام حسين وويل: “د عقيل زامنو! د مسلم وژنه مو درته بسيا ده،ولاړ شئ، چې زما له خوا درته اجازه ده.”هغوى وويل: “خلک به څه وايي؟ چې موږ خپل مشران او د تره زامن چې غوره ترونه دي، پرېښوول!نه مو دهغوی پر دښمن يو غشى ورګوذار کړ او نه مو دهغوی په جنګ کې کومه نېزه ووهله او نه مو د هغوی په لار کې کومه توره راواېسته او پوه نه شو چې څه يې وکړل! نه، پر خداى قسم، چې دغسې نه کوو! بلکې خپل ځان مال او عيال در ځاروو او په څنګ کې دې جنګېږو،چې څه در رسي، موږ ته هم راورسي،چې خداى دې تر تا وروسته ژوند بدرنګ او ورک کړى!”

بيا “مسلم بن عوسجه اسدي” پاڅېد او ويې ويل: “موږ دې يوازې پرېږدو؟!” خداى ته به ستا د حق د پوره کولو څه پلمه او عذر ورکوو، خپله نیزه به د هغو په سينو کې ماته کړم او پر خپله توره به يې تر هغه ووهم،چې د تورې مې یوازې لاسکی راسره پاتې شي او بيا به هم له تا جلا نشم او که وسله راسره پاتې نه شوه؛ نو په ډبرو يې ولم او له تا دفاع کوم،چې درسره ووژل شم”

او وروسته “سعد بن عبدالله حنفي” پاڅېد او ويې ويل: “پر خداى قسم،چې يوازې دې نه پرېږدو،چې خداى پوه شي،د رسول الله(ص) په غيابو کې مو وساتلې . پر خداى قسم که پوه شم چې وژل کېږم،بيا ژوندى کېږم او ژوندى سوځول کېږم او اېرې مې خپرې ورې کېږي او دا چار راسره اويا ځل وشي،درنه به جلا نه شم،چې ستا په مخ کې مې سا ووځي او ولې دغسې و نه کړم، حال دا چې دا خو يوازې يو ځل وژل کېدل دي او ورپسې يې پايله عزت دى!”

او “زهير بن قين” وويل: “پر خداى قسم،ښه مې راځي چې ووژل شم او بيرته ژوندى شم، بيا وژل شم (او ژوندى شم) او دا وژنې زر وارې وشي او خداى په دې وژنو، له تا او د اهل بيتو له دې ځوانانو څخه کړاوونه لرې کري.”راوي وايي: د حسين ټولو يارانو په ورته عباراتو او يوه دريځ وويل: ” پر خدى قسم،در څخه نه جلا کېږو؛ بلکې ځانونه در ځاروو او درنه په خپل ټول وس دفاع کوو،چې ووژل شوو؛نو موږ به خپله ژمنه پوره کړې وي!”

دې روايت ته يو بل سند

 طبري  له ((ضحاک بن عبدالله  شرقي)) څخه  ددې روايت لنډيز راوړى ، چې وايي : زه له ((مالک  بن نضر)) سره حسين ( ع) ته ورغلوو،سلام واچاوه،کېناستو او سلام يې واخست او ښه راغلاست يې  راته ووايه اوو يې پوښتل: (( څنګه  راغلي ياست ؟)) وموويل : (( سلام ته دې راغلي يو او داچې له خدايه  غواړو،چې عاقبت دې ښه کړي او يوه ژمنه درته څرګنده او ددې خلکوله  هوډه دې خبرکړو.

موږ درته وايو،چې دا ټول خلک درسره  جګړې ته چمتو شوي .  نظر دې څه دى ؟))  حسين (ع) وويل : ((حسبى الله ونعم الوکيل= خداى مې راته بسيا او ښه ملا تړى دى )) وايي خجالت شو، ورسره مو تر دعا وروسته خداى پاماني وکړه او راته يې وويل : (( ولې مې له ملاتړه لاس اخلئ ؟ )) مالک بن نضر وويل : ((زه پوروړى او عيال واريم )) ما هم وويل: (( زه هم پوروړى او عيال وار يم ؛خو که ومنئ،چې  زه ترڅو درته ګټور يم درسره يم اوچې کله دې ځواک او وس پاى ته ورسېد؛نو د ستنېدو اجازه به درلوداى شم؛نو درسره پاتېږم او دفاع درنه کوم )) امام (ع) وويل : (( ته ازاد يې )) او ورسره پاتې شوم  او ورپسې ، همدې ((ضحاک ))، د هغه حديث لنډ يزروايت کړى،چې مخکې مو د امام سجاد(ع) له خولې راوړه .

امام د شهادت خبرې کوي او خپله خور زغم ته رابولي

 طبري له علي بن الحسين (ع) وايي : (( پر هغه شپه مې له پلار سره ناست وم،چې پر سبا يې وژل کېږي او ترور مې  زينب  هم راسره  وه او زما د ناروغۍ پالنه يې يې کوله ،چې پلار مې له خپلو ملګرو جلا خپلې کېږدۍ ته ولاړ او د ابوذرغفاري (رض) ازاد شو مريي  ((حوئ )) هم ورسره و ( چې توره  يې تېزوله او (جګړې ته ) چمتوکوله )؛ نو پلار مې دابيتو نه ترنم کړل:

يادهر اف لک من خليل

کم لک بالاشراق و الاصيل

من صاحب او طالب قتيل

والدهر لايقنع بالبديل

وانما الامر الى الجليل

و کال حى سالک السبل

 يعنې : اى روزګاره ! پر تادى اف وي ، چې هر ګهيح او ماښام،ډېرى ياران او پلويان وژنې ! سکه ،چې زمانه په بدبل او سيال نه قانع کېږي ! خو د چارو پايلې يوازې د جليل خداى په لاس کې دي او هر ژوندى ددې  لارې لاروى دى !

وايي : امام (ع) دا دوه يا درې ځل وويل، او زه پرې پوه شوم اوپه مراد ېې ورسېدم) ، له خپګانه مې ستونى بند شو؛خو اوښکې مې کلکې کړې او چوپ شوم او پوه شوم ،چې کړاو راکښته شوى دى.خو ترور مې ،چې ماڅه اورېدلي وو اورېدل ( او داچې ښځه وه او ښځې په زړونو نازکې اوبېوسې وي) ځان يې ونشو ساتلاى او يو دم پاځېده ،لمن يې په ځان پسې راښکوده او سر لوڅې يې ورور ته ورمنډه کړه او و يې ويل : (( پر ما افسوس! کاشکې مړه واى . نن ته واچې مور مې فاطمه او پلار مې علي او ورور مې حسن له نړۍ تللي دي! او اى د تېرو ځايناستيه  او اى د پاتې شونو پناه ځايه! حسين (ع)  ورته  وکتل او و يې ويل : (( خورې ! شيطان دې بې زغمه نه کړي)) زينب وويل : ابا عبدالله ،موروپلار مې درځار، وژنه دې غوره کړه؟! درځار شم )) امام(ع) خپل غم وزغمه او ژړغونى شو او ويې ويل : (( که يوه شپه يې د قطا مارغه  (= اسفرود) ارام پرېښى واى ؛نو هرومرو ويدېده !))

زينب وويل : پر ما افسوس ! اياپه زور او ظلم وژل کېږ ې ؟! دا خو مې لا نوره هم ځوروي ! )) بيا يې مخ وواهه، ګرېوان يې څيرې او پر ځمکه بې سده ولوېده. امام (ع) پاڅېد او پر مخ يې اوبه ورواچولې او ورته يې وويل : (( خورجانې ! له خدايه وډارشه ! او د خداى په مرسته زغم وکړه او پوه شه ،چې ځمکوال مري او اسمانوال نه پاتېږي او هر څه له منځه ځي؛خو يوازې د الله تعالى ذات پاتې دى،چې  ځمکه يې په خپل قدرت پنځولې او هغه ايکي يو او بې سارى  دى . پلار مې تر ما غوره و، مور مې تر ما غوره وه،ورور مې تر ما غوره، بايد زه ، هغوى او هر مسلمان رسول الله (ص) خپله بېلګه کړي )) او په دې خبرو يې ډاډګېر نه ورکړه او ورته يې وويل : (( خورجانې ! قسم درکوم او قسم مې عملي کړه : په پار مې ګرېوان مه څېر وه، مخ مه وهه او،چې ووژل شم چغې مه وهئ ! ))

امام سجاد (ع) وايي : بيا يې زينب  راوسته او مخې ته مې کېناسته او حسين (ع) خپلو يارانو ته ورغى او ورته يې وويل : ځينې کېږدۍ سره نژدې  کړئ او ځينې طنابونه سره ونښلوئ او پخپله يې په منځ کې شئ او يوازې له  دښمن سره د مقابلې لار پرانستې  پرېږدئ .

 

د الهي نارينه و شپه

ضحاک بن عبدالله مشرقي وايي : حسين او ياران يې ګرده شپه ويښ وو،پر لمانځه،دعا،زاريو او استغفار بوخت وو . حسين (ع) دا آيتونه لوستل :

 ((وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِّأَنفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُواْ إِثْمًا وَلَهْمُ عَذَابٌ مُّهِينٌ  . مَّا كَانَ اللّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىَ يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَكِنَّ اللّهَ يَجْتَبِي مِن رُّسُلِهِ مَن يَشَاء فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَإِن تُؤْمِنُواْ وَتَتَّقُواْ فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ [581]= او هغوى چې كافران شوي دي (او د سرغړونې لار يې نيولې ده) ګومان و نه کړي،چې زموږ وركړى مهلت يې په ګټه دى .موږ ځكه مهلت وركوو،چې يوازې د خپلو ګناهونو پېټى دروند كړي او هغوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو شوى) دى . خداى نه غواړي مؤمنان پر همدغه حالت پرېږدي،چې (اوس پرې تاسې) ياست؛خو داچې پاك له ناپاكانو بېل كړي او (همداراز) خداى نه غواړي له غيبو مو خبر كړي (چې مؤمنان او منافقان وپېژنئ،چې دا د الهي دود (سنت ) پر خلاف چار دى)؛خو( د غيبو د ښوونې لپاره ) پخپله خوښه له خپلو استازيو ځينې غوره کوي ( او يوه برخه هغه پټ رازونه ورښيي،چې د مشرۍ مقام ته يې لازم وي)؛نو( اوس،چې دا دنيا د پاكانو او ناپاكانو ازمېښتځى دى) پر خداى او رسولانو يې ايمان راوړئ او که ايمان راوړي او (ځانونه) وساتي؛نو ستر ثواب مو په برخه دى .))                                                               

 د عمر سعد د لښکر يو پاسوال،چې څارلو يې،آيتونه يې واورېدل او و يې ويل : (( د کعبې پر خداى قسم،چې  موږ  هغه پاکان يو ،چې (خداى) درنه جلا کړي يو! )) 

ضحاک وايي: و مې پېژانده او (( برير بن حضير)) ته مې وويل : پوهېږې ،چې دا څوک دى؟ ويې ويل : نه، ومې ويل: دا (( ابوحرب سبيعي عبدالله بن شهر) دى، چې  شوخ، سخت زړى،شريف ،مېړنۍ او بې باکه دى،چې د جرم او جنايت له امله يې څه موده د ((سعيد بن قيس)) په بند کې تېره کړې وه.

برير ورته وويل : ((اى فاسقه ! خداى تا له پاکانو کوي ؟!))  ويې پوښتل : ((ته څوک يې؟)) ويې ويل : ((زه برير بن  حضير يم )) ويې ويل : (( انالله . راباندې سخته ده ! پر خداى قسم هلاک شوې ! پر خداى قسم اى بريره هلاک شوې!) برير وويل : ((اى اباحربه ! ايا غواړې ،چې له سترو ګنا هونو دې د خداى  لوري ته ور وګرځې اوتوبه وکاږې ؟!  پر خداى قسم ،چې پاکان خو موږ يو او ناپاکان تاسې ياست، ته يې!)) ويې ويل : (( زه هم پرې ګواهي ورکوم !))  ضحاک وايي : ما ورته وويل : (( پر تا افسوس ! ايا دا پېژندنه دې درته ګټوره نه شوه؟ ! و يې ويل : درځار شم ؛نو څوک به مې د ملګري (( يزيد بن غدره  عنزي )) ملګرى وي ؟ برير وويل : خداى دې نظر په مرغۍ لره،ته بې عقله يې !))  او له مايې مخ واړاوه،د هغې ډلې بولندوى ،چې پر هغې  شپه يې زموږ پاسوالي کوله ((عزرة بن قيس احمسي )) و.

 

د عاشورا ورځ

عمر سعد د جمعې پر ورځ  د محرم لسمه، د ګهيځ تر لمانځه  وروسته له خپل لښکر سره جګړې ته چمتو شو، حسين (ع) هم خپل ياران تيارسئ کړل او د ګهيځ لمونځ يې ورسره وکړ.

د امام (ع) ملګري دوه دېرش تنه سپاره او څلوېښت تنه پلي وو ،چې امام (( زهيربن قين)) د ښي لوري ، ((حبيب بن مظاهر)) يې د کيڼ لوري او خپل ورور يې ((عباس بن علي )) د لښکر بيرغچي کړ او ټول د کېږديو په مخ کې ليکه شوو او ويې ويل : د کېږ ديو شا ته چې په ايستل شوي خندق کې خس او لرګي پراته دي ،اور ورواچوئ ،چې دښمن له شاير غل و نه کړي .

راوي وايي : عمر سعد هم  خپل لښکر تيارسئ کړ او خپل بولندويان يې وټاکل ؛ ((عمروبن حجاج )) يې په ښي لوري کې ، (( شمربن ذى الجوشن)) يې په کيڼ لوري کې او ((عزرة بن قيس )) يې د سپرو بو لندوى او (( شبث بن ربعي )) يې د پليو بولندوى او بېرغ يې خپل مريي (( ذويد )) ته ورکړ.

 

د شهادت زېرى

 د عبدالرحمان انصاري مريى وايي: له خپل مولا سره وم او ومې ليدل ،چې د دښمن لښکر د حسين ( ع) لوري ته  راغى ؛نو امام امر وکړ،چې کېږدۍ ورته هسکه کړي،عطر او د نظافت درمل يې ورته راوړل او د ځان نظافت ته کېږدۍ ته ورننووت . په دې حال کې زما مولا عبدالرحمان او برير بن حضير د خېمې خولې ته ولاړ وو،چې يو له بله مخکې  شي . برير له عبدالرحمان سره ټوکې کولې، عبدالرحمان ورته وويل :(( لاس واخله ،چې اوس  د ټوکو وخت نه د ى!)) برير ورته وويل : (( پر خداى  قسم ! قوم مې پوهېږي ،چې زه په ځوانۍ او زړښت کې د باطلو منيوال نه وم ؛خو پر خداى قسم  ،چې له څه سره ليده کاته کوم، پرې خوشحال يم . پر خداى قسم زما او د(( حورالعين )) ترمنځ واټن يوازې همدا دى ،چې دا قوم په تورو ګوزار ونه راباندې پيل کړي .

او ښه مې ايسي،چې په تورو راباندې راپر ېووځي ! )) وايي : اوچې حسين ( ع) راووت ، موږ ور دننه شو او هغه درمل مو ووهل ،چې د بدن ويښتان رژوي .بيا نو حسين ( ع) پر خپلې سپرلۍ سپور شو او قرآن  يې وغوښت اومخې ته کېښود او ياران يې پر وړاندې سخت وجنګېدل او زه يې ،چې پر شهادت شاهد وم،وتښتېدم او هغوى مې پرېښوول .

 

د عاشورا پر ورځ د امام عليه السلام دعا

 طبري روايتوي او وايي : ګهيځ ،چې د عمرسعد لښکر،له امام حسين (ع) نه راتاو شو؛نو امام لاسونه اسمان ته پورته کړل او و يې ويل :(( خدايه ! په هر غم کې مې  د ډډې وهلو ځاى يې ، په هرې سختۍ کې مې هيله يې، يوازې ته يې،ته يې،چې هر څه راباندې راځي؛نو مرستندوى مې يې . ډېر داسې خپګانو نه دي،چې زړونه پکې سستېدل او فکرونو پکې نه چلېدل او دوستانو يوازې پر ېښوول، دښمنانو ټپسوري کوله اوما دا ستا درشل  ته راوړي او له دې مې تاته شکايت وکړ،چې يوازې ته مې هېله وې او تا يوې خواته کړل او پراخي دې راوسته ؛نو يوازې ته يې،چې د هر نعمت ولي  او د هر ې نېکۍ خاوند او د هرې هيلې پاى يې ))

 او له ضحاک مشرقي، وايي : هغه مهال ،چې د عمر سعدلښکر راباندې يرغل وکړ او د خېمو شاوخوا ته يې اور وليد،چې د راننووتو لار يې بنده وه؛نو يو سنبال سپور ېې رامخې ته شواو بې له دې،چې خبرې راسره وکړي،خېمې يې تر سترګو تېرې کړې او داچې يوازې د اور لمبې يې وليدې ،په بيړه پر شا شو او په لوړ غږ يې وويل : (( حسينه ! له قيامته  مخکې په دنيا کې دې جهم ته په ورتلوکې بيړه وکړه ؟!))  امام وپوښتل : (( دا څوک دى ؟ لکه چې  شمر بن ذى ا لجوشن دى ! )) ورته وويل شول : هو ! هماغه دى . و يې ويل : (( د وزو څرونکې ښځې زويه ! ته ورته ( = جهنم ) وړ يې .  مسلم بن عوسجه وويل : (( د رسول الله زويه! درځار شم ،په يوه غشي  يې و نه ولم ؟ په نښه کې مې دى او خطا به نشي ، دا فاسق خوله سترو ظالمانو ځنې! )) حسين (ع) ورته وويل : (( مه يې وله ، ښه مې نه ايسي ،چې پيلوونکى وسم .))

 

د امام ړومبۍ وينا

 راوي وايي : هغه مهال ،چې د دښمن لښکر را نژدې شو؛نو حسين (ع) خپله سپرلۍ وغوښته او سپور شواو په لوړغږ يې وويل : (( خلکو! خبره مې واورئ او بيړه مه کوئ او يو حق را باندې لرئ،چې نصيحت درته وکړم او دلته د راتلو علت درته ووايم ،بيا که زما عذر مو ومانه او زما خبره مو تصديق کړه او منصف مو وګڼلم ؛نو نېکمرغي به شئ او د تېري لار به راباندې و نه مومئ او که زما عذر مو و نه ما نه او منصف مو و نه ګڼلم ، (( په خپل چار کې له خپلو شريکانو سره يو لاس شئ،چې  چار مو درنه پټ پاتې نشي ، بيا مې په اړه هوډ ونيسئ او مهلت مه راکوئ،چې بېشکه ولي مې هغه خداى دى ،چې داقرآن  يې رالېږلى او هماغه د نېکانو مينوال دى [582]))

راوي وايي: داخبرې،چې د امام خونيدواو لو ڼو واورېدې ،په چغو چغو يې وژړل ، امام (ع) خپل  ورور عباس او زوى يې علي ورولېږل او ويې ويل : (( چوپ يې کړئ، پر ځان مې قسم ،چې ډېر به وژاړي)) او  ، چې چوپ شوې، خداى يې وستايه،پر محمد (ص)،پرښتو او الهي پېغمبرانو يې درود ووايه او داسې خبرې يې وکړې ،چې خداى پوهېږي او بس! پر خداى قسم ، تر اوسه مې نه تر دې له مخه او نه وروسته ،له هيڅ چا داسې څرګندې او رسا خبرې اورېدلې نه وې .

بيا يې وويل : (( امابعد ؛ نسب مې راياد کړئ،چې څوک يم؛بيا په خپل ګرېوان کې سر کښته کړئ او ښه سوچ او غور  وکړئ،چې ايا وژنه او بې حرمتى مې درته روا ده ؟!

 ايا زه ستاسې د پېغمبر د لور زوى،د وصي يې زوى او د تره د زوى، زوى يې نه يم ؟ هماغه ،چې پر خداى ړومبى مؤمن  و او څه چې رسول الله (ص) د پالونکي له لوري راوړي وو، تصديق يې کړل ؟ ايا “حمزه؛ سيدالشهداء” مې د پلار تره نه دى ؟ ايا “جعفرطيار شهيد ذوالجناحين” مې تره نه دى ؟ ايا دا مستفيض حديث در رسېدلى نه دى ،چې رسول الله (ص) زما او زما د ورور په اړه ويلى دى : (( دوى د جنتي ځوانانو ښاغلي دي ؟ )) اوس نو که خبرې مې منئ،چې همداحق دى ( او حق مو غوره کړى ) او زه پر  خداى قسم ،له کومې ورځې ،چې پوه شوم،چې خداى پر دروغجن غوسه کېږي او دروغو زيان دروغ ساز ته ورسي! هيڅ دروغ مې ويلي نه دي او که دروغجن مې وګڼئ،په يقين ،چې په تاسې کې داسې کسان دي،چې که ترې وپوښتئ،خبر به مو کړي : له جابر بن عبدالله  انصاري (رض) وپوښتئ يا له ابو سعيد خدري (رض) يا له سهل بن سعد ساعدي يا له زيدبن ارقم(رض) يا له انس بن مالک (رض) وپوښتئ ،چې خبر مو کړي ،چې زما او زما د ورور په باب يې داخبره له رسول الله (ص) اورېدلې نه ده ؟!))

 دلته شمربن ذى الجوشن وويل : (( مابه خداى په شک لمانځلى وي،که ستاپه خبره به پوه شوى يم ! )) حبيب بن مظاهر ورته وويل : ((پر خداى قسم ، زه دې داسې وينم ،چې خداى اويا ګرايه (چې څه دې وويل ) په شک نمانځې! او زه ګواهي ورکوم ،چې ته رښتيا وايې  او نه پوهېږې ،چې هغه څه وايي؛ځکه خداى دې پر زړه ټاپه وهلې ده ! ))

بيا حسين (ع) ورته وويل : (( که په دې اړه شکمن ياست ،ايا په دې کې هم شکمن ياست ،چې زه ستاسې د پېغمبر د لور زوى يم؟ پر خداى قسم ،چې (د دې نړۍ)په ختيځ اولويديځ کې ستاسې  د نورو د کوم پېغمبر زوى  نشته، يوازې زه مو د پېغمبر زوى يم. راته ووياست : ايا څوک مې درنه وژلى،چې کسات يې رانه اخلئ ؟ يا څه مالي زيان مې دراړولى؟ ياڅه کسات مو راباندې پاتې دى ؟ )) او هغوى ټول چوپ شول !

بيا يې وويل : ((اى شبث بن ربعي ! اى حجار بن ابجر! اى قيس بن اشعث! ااى يزيد بن حارثه! آيا ليکلي مو نه وو چې : مېوې پخې شوې، باغونه ښېرازه دي ،ويالې ډکې شوي او ته به دې تيارسئ لښکر ته راشې ؛ نو راشه؟!)) ويې ويل : (( موږ خو داچار کړى نه دى ! )) امام وويل: ((سبحان الله !ولې نه ، پر خداى قسم ،چې کړى مو دى !)) او وروسته يې وويل : (( خلکو ! چې اوس مې نه خوښوئ؛ نو پرېږدئ ،چې درنه لرې شم او له دې  سيمې يو امن ځاى ته ولاړ شم ! )) قيس بن اشعث ورته وويل : (( ولې دې د تره زامنو خبره نه منې،چې په خوښه دې درسره وچلېږي او څه نادوده هم درسره ونه کړي ! )) او حسين (ع) ورته وويل :  ((په رښتيا چې د خپل ورور،ورور دې يې ! ايا غواړې ،چې بني هاشم د مسلم بن عقيل له کساته ډېر څه درنه وغواړي؟ نه ! پر خداى قسم ،چې ،نه د خوارۍ لاس  ورغځوم او نه  د مريانو په څېر ورته غاړه  ږدم! ((داچې و مې شړئ ،خپل او ستاسې پالونکي ته پنا وړم (هو) زه له هر کبرجنه ،چې د حساب پر ورځ ايمان نه راوړي، خپل او ستاسې پالونکي ته پنا وړم [583]))

 بيا يې خپله سپرلۍ سملوله او عقبة بن سمعان ته يې وويل ،چې يې وتړئ . او دښمنان يرغل ته چمتوشول .

د زهير بن قين وينا

له عبدالله بن کثير شعبي روايت دى ،چې وايي: چې پر حسين (ع) مو يرغل وکړ، زهير بن قين وسلوال سپور رامخې ته شو او يې ويل : (( کوفيانو! له الهي عذابه مو ډاروم ،سخت ډار! په يقين ،چې پر هر مسلمان واجب دي،چې د بل مسلمان ناصح وسي. موږ تردې شېبې او تردې،چې تورې مو يو د بل پر وړاندې راايستلې نه وې، يو له بل سره  وروڼه يو او پر يوه دين اوملت يو او تاسې مو نصيحت ته وړ ياست.

 خوکه تورې وکارېږي،تړاونه شلېږي .موږ جلا امت کېږو او تاسې جلا.خداى موږ او تاسې د خپل پېغمبر محمد (ص) په ځوځات از مېښتوي،چې وويني موږ او تاسې څه کوو. زه مو بلم ،چې له دوى ملاتړي شئ او د سرغړاند؛عبيدالله بن زياد لورى ورخوشې کړئ. داسې زوى او پلار،چې د واکمنۍ په ترڅ کې مو بې له ناوړه چلن بل څه ترې ليدلي نه دي : سترګې يې درنه را وايستې! لاس وپښې يې ورپرې کړې ! مثله يې کړئ، د ونو پر ډډونو يې راځوړند کړئ او د ((حجر بن عدى)) او ((هاني بن عروه )) او يارانو په څېر ممتازان او مفسران يې درنه ووژل ! ))

راوي وايي: کوفيانوکنځلې ورته وکړې، عبيدالله بن زياد يې وستايه او دعا يې ورته وکړه او ويې  ويل : پر خداى قسم تر هغې به ولاړ نشو،چې ستا مشرا او ملګري يې مو وژلي نه وي ، يا داچې هغه او ملګري يې راتسليم  شي او امير عبيدالله  ته يې ولېږ و ! )) زهير وويل: ((د خداى بند ګانو! په يقين ،چې د فاطمې اولاده (رضى الله عنهم) خو د سميه تر او لادې دوستۍ او ملاتړ ته وړ ده. پر خداى قسم درکوم،چې يې مه وژنئ او ددې سړي او د تره د زوى (يزيد بن معاويه ) ترمنځ يې لار پرانستې پرېږدئ ،چې پرځان مې قسم يزيد بې د حسين له وژنې هم ستاسې له اطاعته خوشحالېږي ! ))

ناڅاپه (( شمربن ذى الجوشن)) يو غشى ورخوشې کړ او ويې وويل : (( چوپ شه ! غږ دې وچ شه ، په ډېرو خبرو دې ستړي کړو! )) زهير ورته وويل : ((د هغه زويه ،چې شاته يې متيازې کولې ! له تاسره مې خبرې کړې نه دي . ته يو څاروى يې! پر خداى قسم ،چې د کتاب الله پر دوو آيتونو به هم ټينګ پاتې نشې ! ته د قيامت د ورځې په خوارۍ او دردناک عذاب يې خوشحال وسه ! ))

شمر وويل : (( خداى به ډېر ژر تا او ستامشر ووژني! ))

 زهير وويل : (( ما له مرګه ډاروې ؟ پر خداى قسم له هغه سره مرګ له تاسره له همېشه توبه راته ګران دى !))  بيا يې خلکو ته مخ کړ او په لوړ غږ يې ويل : (( د خداى بندګانو! د رحمت تش کدو او په څېر يې، له خپل دينه مو وا نه ړوي ،چې پر خداى قسم محمد (ص) د هغه قوم شفاعت  ونه کړي،چې د محمد (ص) د ځوځات،اهل بيتو او مرستندويانو يې وينه تويې کړي )) په دې وخت کې يو سړي ورته غږ کړ:

اباعبدالله درته وايي : (( راشه،چې  پر ځان مې قسم ،که نصيحت او بلنه ګټور ه وي؛لکه څنګه ،چې د آل فرعون مؤمن خپل قوم ته نصيحت  وکړ او د بلنې  پيغام يې پوره ور و رساوه، تا هم نصيحت  ورته وکړ او بلنه دې پاى ته ورسوله ! )) .

  د حُر توبه

 له ((عدى بن حرمله )) روايت دى ،چې وايي : چې عمر سعد جګړى ته چمتو شو ((حر بن يزيد)) ورته وويل : (( خداى دې سلامت ولره، ته له دې سړي سره جنګېږې؟ عمرسعد وويل:هو! پر خداى،هغه جګړه خورا اسانه يې د سرونو پرې کول او د لاسونو غوڅول وي!)) حر وويل: (( ايا يو وړانديز يې هم نه منې ؟)) عمر سعد وويل : (( پوه شه ،پر خداى قسم ، که واک راسره واى، منل مې؛خو ستا امير و نه منل !))  حُر چې  دغسې وليدل، څنډې ته شو او ورسره خپلوان ؛”قُرة بن قيس” ته يې وويل: (( قُره! نن دې اس اوبه کړى ؟ )) ويې ويل : نه ! حُر وويل : (( اوبه نه ورکوې ؟ )) وايي : ګومان مې وکړ،چې ځان له جګړې څنډې ته کوي او ښه يې نه راځي،چې په هغه حال کې يې ووينم او ډارېږي ،چې افشا او رابرسېره به يې کړم؛نو ورته مې وويل : اوبه مې ورکړي نه دي او دادى ځم ،چې اوبه ورکړم او پر کوم ځاى،چې حُر ولاړو، لرې او د حر له ولاړ ځايه لرې شوم . حال داچې پر خداى قسم  که زه يې له خپل هوډ ه خبرکړى واى . زه هم ورسره حسين ته ورتلم .

راوي وايي: حر، ورو ورو حسين ته ورنژدې کېده : په دې وخت کې يې يو خپلوان ((مهاجر بن اوس)) ورته وويل : د يزيد زويه څه غواړې ؟ بريد کوې ؟ حر چوپ و او د تبې په څېر يې يو ځيږ تن تود کړى و او مهاجر ورته وويل :د يزيد زويه ! پر خداى قسم ، چې چار دې عجيبه دى ! پر خداى قسم په يوې جګړې کې مې داسې ليدلى نه وې !ۤکه پوښتل  شوى واى ،چې څوک په کوفيانو کې ښه ميړنى دى؟ ته مې ورښوولې : دا پر څه حال دې وينم ؟حر وويل :(( پر خداى قسم،ځان د جنت او دوزخ ترمنځ وينم او پر خداى قسم،چې يو څيز هم پر جنت غوره نه ګڼم ،که څه ټوټې ټوټې او وسوځول شم )) بيا يې خپل اس وځغلا وه او له حسين (ع) سره يو ځاى شو او و يې ويل :(( يابن رسول الله ! خداى مې درځارکړه،زه هماغه يم ،چې ستا دستنېدو مخه مې ونيوه اوپردې لار مې وګومارلې او دلته مې راکوز کړې . پر يوازېني معبود ((الله )) ،چې  ما بيخي نه انګېرله ،چې داقوم به دې وړانديزونه و نه مني اوپه دې حالاتو کې به دې راګېر کړي . له ځان سره مې وويل:څه باک خو نه دى ،چې ددې قوم ځينې غوښتنې ومنم ،چې و نه انګېري ، له اطاعته يې وتلى يم؛ځکه په پاى کې به د حسين يو وړانديز ومني ، پر خداى قسم ! که ګومان مې کاوه ،چې يو هم نه مني ، هېڅکله مې  داسې  درسره نه کول ! دادى راغلى يم، چې خداى ته  د خپلو کړنو توبه وکاږم او ځان درځارکړم اوپه مخکې دې ووژل شم ،ايا دا مې  توبه ګڼې؟)) حسين (ع) وويل :((هو! خداى دې ستا توبه قبوله کړي او تا دې وبښي ، نوم  دې څه دى ؟

ويې ويل :زه حر بن  يزيد يم !

امام  وويل :(( په رښتيا،چې حر يې؛لکه ،چې خپلې مور دې نومولى يې . ته انشاء الله په دنيا اوآخرت کې حر  يې ، پلى شه! ))

حر وويل : تر پلي له سپرو درته ښه يم ؛ زه تر يو وخته پر خپل  اس سپور ورسره جنګېږم اوپلي کېدل د خپل کار پاى ته سپارم . حسين (ع) ورته وويل : (( د خداى رحمت  درباندې ،چې څنګه دې خوښه وي، هماغسې وکړه ))

 

حر کوفيانو ته نصيحت کوي

حر کوفيانو ته مخامخ ودرېداو ويې ويل: (( قومه ! ايا د حسين يو وړانديز هم نه منئ ،چې خداى مو له جګړې وژغوري ؟ ))

 ويې ويل : زموږ له بولندوى عمر سعد سره خبرې وکړه.

 حر،چې مخکې  ورسره خبرې کړې وې، له وروستۍ خبرې مې له سره بيا ځلي ورته وکړه .

 عمرسعدوويل : زما هم خوښه وه ،چې د هواري يو لار ورته ومومم ! .

او حر وويل : (( کوفيانو ! ميندې مو بورې شه! هغه  مو راوباله ، چې درشي اوخبره يې ومنئ او باوري وئ،چې ځانونه ور ځارکړئ ! اوس يې پر ضد را پاڅېدلي ياست او وژنئ يې ! هغه مو را ايسار کړى ، د وتو لار نه لري ،چې له خپلو اهل بيتو سره  د خداى يو ښار ته پناه يوسي او داسې مو بندي کړى ،چې ځان ته د ګټې رسولو او زيان لرې کولو وس نه لري،راګېرکړى مو دى ،چې هغه،ښځې،کوچنيان،اهل بيت او ياران يې د فرات اوبو ته نه ورپرېږدئ! هغه اوبه،چې يهود،مجوس او نصراني يې ترې څښي او د بېديا خوکان او سپي هم پکې لامبو وهي ! حال داچې دوى د تندې له لاسه بېسده دي! محمد (ص) ته يې د اولادونو په اړه څه بد ځانياستي وئ ! خداى مو د تندې پر ورځ خړوب مه کړه ، که همد اوس له خپله دريځ وانه وړئ اوتوبه و نه کاږئ!)) ناڅاپه پلي دښمن پرې د غشي ګوذار وکړ،ستون شو او د حسين(ع) مخې ته ودرېد.

  د امام حسين (ع) دويمه وينا

سبط بن جوزي وايي: حسين (ع) پر خپل اس سپور شواو پرانستى قرآن يې پر سر کېښود او هغه قوم ته مخامخ  ودرېداو و يې ويل : ((قومه ! زموږ او ستاسې ترمنځ دې منځګړى د خداى کتاب او زما د نيکه رسول الله (ص) سنت وي ! ))

خوارزمي وايي: چې عمرسعد له امام حسين (ع) نه خپل لښکر راتاو کړ، امام  دباندې راووت او ورته يې وويل ،چې چوپ شئ اوچې د امام خبره يې ومنله ، ورته يې وويل : ((پر تاسې  افسوس !څه کېږي،چې چوپ شئ او خبرې مې واورئ ؟ زه مو يوازې د ودې او سمونې لارې ته رابولم !)) د عمر سعد پوځيانو يو بل ټپسوري کړل او په خپلو کې يې وويل : چوپ شئ !))

امام (ع) وويل : اى ټوليه ! مرګ درباندې ! په شور وځوږ مو وبللم او په بيړه مې ستاسې بلنه ومنله ، اوس هغه تورې ،چې زما په پار مو د نورو پر وړاندې راايستلې وې،زماپه مقابل کې مورا و ايستې او کومه جګړه مو،چې ګډ دښمن ته چمتوکړې وه،له ماسره يې کوئ،د خپل دښمن دوستان او د خپلو دوستانو دښمنانان شوي ياست،بې له دې ،چې ترمنځ مو عدل اوانصاف وکړي، يا يې خير ته هيلمن وسئ ؟! ورک شئ او لعنت درباندې ! ولې موپر هغه ورځ پر خپل حال پرېنښودو،چې تورې په تېکو کې وې ، زړونه  آرام او فکرونه پر ځاى وو؟! بلکې د بېديا د ملخانو په څېر مو هغې بلنې ته وځغاستل او د سرګردانو پتنګانو په څېر ترې راتاو شوئ اوبيا مو بلنه تر پښولاندې کړه ! نو اى د مريانو مرياو ! مرګ درباندې ! اى د احزابو خپروونکيو! اى د قرآن پرېښوونکيو! اى د خبرو اړوونکيو ! اى ګناهکارانو ،اى د شيطان  وسوسو، اى دسنتو تتو ونکيو! پر تاسې افسوس ! له ((هغوى)) سره مرسته کوئ او ((موږ)) پرېږدئ ؟! هو،پر خداى قسم ، دا يو ډېر پايښتى او د جرړو والا چل ول او دوکه ده ،چې ستاسې ډډ ترې راوتلې او ښاخونه مو پرې ورخپاره شوي دي ! تاسې ډېرې خبېثې اوناپاکې مېوې ياست ، داسې مېوه ،چې د باغوان په ستوني کې نښتې اوغاصب ته خوندوره ده!

 باخبر! دادى د حوموني حرموني د تورې او ذلت ترمنځ  درولى يم : اوهيهات مناالذله = او ذلت رانه څومره لرې دى ! نه يې خداى رانه مني ،نه يې رسول الله (ص) او مؤمنان ، او هغه لمنې،چې پاکي مو تره پاتې شوې او غيرتي نارينه او نه تسلېمېدونکي انسانان! هغوى يې بيخى راسره نه مني ،چې د عزتمنو پر شهادتځي په لئيمانو پسې تلل غوره وبولو ! باخبر،چې زه پر همدې لږ ځواک ، بې څه مرستندوى، جګړې ته  چمتو يم ! بيا د (( فروة بن مسيک[584])) پر اشعارو لګيا شو :

 که لاسبري شوو؛نو لاسبري موڅه نوې نه ده، اوکه ماتې وخورو ؛نو نه تښتوو.

له ډاره نرم نه چلېږ و؛بلکې  موږ خپلې هيلې ته رسوو او نور خپل دولت ته !

 زموږ ټپسوريو کوونکيوته ووايه : راويښ شئ ،چې  څه راور سېدل ، ژړ هغوى ته هم ور رسي !

که مرګ څه موده  د نورو له سره بچ شو، (په يقين پوه شئ ،چې ) نور پر ځمکه راڅملوي !

هن پوه شئ! پر خداى قسم ،په دې پېښې پسې پر اس د ورسپرېدو هوموه درنګ کوئ، تردې ،چې د ژوند چورليز مو  وچورلوي او وښوييوي! دا يو راز دى ،چې پلار مې له نيکه رسول الله (ص) راته سپارلى دى . (( نوپه خپل چار کې له خپل ګډونوالو سره يو لاس شئ،چې چار مو درنه پوښين او پټ  نشي ، بيا مې په اړه هوډمن شئ او مهلت مه راکوئ ، ما پر خداى،خپل او ستاسې پر پالونکي توکل کړى . د هر خوځنده واګې يې په لاس کې دي ، په رښتيا ،چې پالونکى مې پرسمه لاردى  [585]))

بيا يې لاسونه  اسمان ته پورته کړل او ويې ويل :(( خدايه ! داسمان باران پرې مه وره ، او د يو سف (ع) په څېر کلونه پرې راوله ، د ثقيف مريى پرې لاسبرى کړه ،چې د تراخو يو شرنګ پرې وڅکي ( داکله ) ،چې موږ يې دروغجن وګڼلو او ځان ته يې پر ېښوولو. يوازې ته مو پالونکى يې ، پر تا مو توکل کړى او لوري ته دې درګرځوو[586] ))

د امام ښېرا قبوله شوه

 طبري وايي: د بني تميم د ټبر يو تن (( عبدالله بن حوزه)) رامخې ته شو او حسين ته مخامخ  ودرېد او و يې ويل : (( حسينه ! حسينه !))  حسين وويل : (( څه غواړې ؟))  ويې ويل : ((د جهنم  زېرى درباندې!)) حسين وويل: (( نه داسې  نه ده؛بلکې  زه رحيم او مطاع شفيع پالونکي ته ورځم) بيا يي وپوښتل : (( دا څوک دى ؟ )) يارانو يې وويل: ابن حوزه دى . حسين وويل : (( پالونکيه په اور کې يې وغورځوه )) راوي وايي : ناڅاپه يې اس توري شواو په يوه کنده کې يې وغورځاوه، پښه يې په رکاب کې نښتې وه او سر يې پر ځمکه و او هرې لوري ته يې راښکه اوسر يې پر هر ډبرې او لرګي لګېده ، چې هلاک شو .

او په بل روايت کې وايي: چې عبدالله بن حوزه له اسه سرچيه شو،چپه پښه يې په رکاب کې ونښته او ښۍ پښه يې پورته ته شوه ، اس يې توري شو اوسر يې د تېږ واو ونو پر ډډونو ولګېد ،چې ومړ.

له (( عبدالجبار بن وائل حضرمي)) او دې يې له خپل ورور ((مسروق بن وائل )) څخه روايتوي،چې  وايي : زه د هغو پوځيانو په ړومبۍ ليکه کې وم ،چې د حسين پر لور ورتلل او له ځان سره مې ويل : (( که په ړومبۍ ليکه کې وسم ،چې ښايي د حسين سر تر لاسه کړم ،چې د ابن زياد پر وړاندې څه مقام وموم)) وايي: حسين ته چې ورنژدې شوو، (( ابن حوزه )) ورنژدې شواو و يې پوښتل : (( آيا حسين درکې د ى؟)) حسين چوپ و. بيايې خپله خبره وکړه اوحسين چوپ و؛خو په درېيم ځل يې وويل : (( ورته ووياست ، هو! دا حسين دى،څه غواړې؟ ))  ويې ويل :((حسينه ! د دوزخ زېرى درباندې ! ))حسين وويل :(( دروغ دې وويل؛ بلکې زه رحيم او مطاع شفيح پالونکي ته ورځم .ته څوک يې ؟))ويې ويل : ((ابن حوزه،حسين هومره لاسونه پورته کړل،چې تخرګونه يې مې وليدل،او و يې ويل :(( پالونکيه! په اور کې يې وغورځوه!)) ابن حوزه غوسه شواو غوښتل يې ،چې خپل اس د حسين خواته وروځغلوي،خو له يوې کندې سره مخ شو او پښه يې په رکاب کې ونښته او سرچپه شو،اس يې توري شو او هرې خوا ته يې راښکوده،چې پښې ، ورون او پنډ ۍ يې جلا شوې او نيم نور په رکاب کې نښتى و ))

راوي وايي: مسروق ،چې دا وليد،د ابن زياد له لښکره جلاشو اوچې علت يې ترې وپوښت ويې ويل : (( له دې اهل بيتو مې داسې څه وليدل ،چې هېڅکله به ورسره و نه جنګېږم ! [587]))

 

د حسين (ع)  پر خيمو د خلافت  د لښکر يرغل

 طبري د (( حميد بن مسلم )) له خولې وايي : عمرسعد پرې يرغل وکړ او چغى يې کړه :(( ذويده ! ببرغ دې رامخې ته کړه)) بېرغ يې رامخې ته کړ او عمرسعد په ليندۍ غشې کېښود او ويې ويل : (( شاهد وسئ،چې زه ړومبى غشى ايشتونکى يم!))او د مقريزي په روايت کې،ويې ويل : (( د امير په مخ کې ګواهي ورکړئ،چې زه ړومبى غشى ايشتونکى وم ! ))

 طبري او مفيد وايي:(( بيا يې پوځيانو خيمې په نښه کړې او د جګړې ته چمتو شول او د زياد مريى ((يسار)) او عبيدالله بن زياد مريى ((سالم)) ډګر ته راوو تل اوسيالان يې وغوښتل . حبيب بن مظاهر  او برير بن حضير له ځايه ورپاڅېدل ،چې حسين دواړو ته وويل : کېنئ . بيا (( عبدالله بن عمير کلبي)) راپاڅېد [ دا يې له خپلې مېرمن (( ام وهب)) سره له کوفې راووستى و، چې په ((نخيله )) کې د خلافت له لښکر سره مخ شو، ده ته يې وويل ،چې دا لښکر د رسول الله (ص) د لور فاطمې له زوى حسين سره جګړې ته چمتو کېږي او عبيدالله وويل : پر خداى قسم زه له مشرکانوسره جګړې ته حريص او لېوال وم او دا دى هليمن يم ، دوى ،چې  د پېغمبر د لور  زوى سره جګړته ځي، پر وړاندې يې د جهاد ثواب له مشرکانو سره د جهاد تر ثوابه کم نه وي ؛نو خپلې  مېرمنې ته ورغى ،چې څه يې اورېدلي وو او هم يې له خپل هوډه خبره کړه .

مېرمن يې وويل : (( سمه لار دې غوره کړه . خداى درته خورا غوره لار درمخې ته کړه، همدغسې وکړه او ماهم له ځان سره بوځه ))

 راوي وايي : د شپې شپې له خپلې مېرمنې سره ورغلل او له حسين سره يو ځاى شول] اوويې ويل : (( يا ابا عبدالله ! د خداى لورنې درباندې ! اجازه راکړه ،چې ورشم ))

 حسين ،چې وليدل، عبېدالله غنم رنګى ، دنګ ،مټې يې غښتلې او اوږې يې پلنې دي ؛ نو له ځان سره يې وويل : (( په يقين ،چې همدايې سيال دى )) اوورته يې وويل : (( که خوښه دې وي ؛نو ورشه ))

 راوي وايي : عبدالله ډګر ته ورغى او هغو دواړو وويل: ته څوک يې؟ عبدالله ځان وروښود، هغوى وويل : نه دې پېژنو! بايد زهيربن قين يا حبيب بن مظاهر يا برير بن حضير راسره سيالي او مبارزه وکړي ! په دې وخت کې ((يسار)) د ((سالم)) په مخکې  و او عبدالله  ورته وويل : ((حرمونيه! ته له يوه سره له مبارزې مخ اړوي  او تر خپل ځان اوچت سره يې غواړې )) بيا يې بريد پرې وکړ او د تورو تر ګوذارونو لاندې يې ونيو، چې يې بې حاله کړ او همدغسې ورباندې لګيا و ،چې ((سالم )) بريد پرې وکړ او د امام له سنګره پرې ورغږ شو (( هغه مريي ته دې پام وي ! )) راوي وايي : د عبدالله پام نشو،چې سالم ور و رسېداو له واره يې ګوذار پرې وکړ او عبدالله په کيڼ لاس دفاع کوله او د کيڼ لاس ګوتې يې پرې شوې .بيا عبدالله  ورباندې بريد وکړ په ګوذارونو يې هلاک کړ . بيا يې د دواړو تر وژنې وروسته، دا رجز پيل کړ :

ان تنکر ونى فانابن کلب

حسبى ببيتى فى عليم حسبى

انى امرو ذومره و عصب

ولست بالخوار عنداللنکب

انى زعيم لک ام وهب

بالطعن فهيم مقدما و الضرب

ضرب غلام مؤمن بالرب

که مې نه پېژنئ، زه د کلب له ټبره يم .

د کورنۍ په شرافت کې مې همدابس، چې د عليم له کوره يم . زه وسمن ، غښتلى  اوتل ټينګ ولاړ سړى يم

او په سختيو کې سست اوبې وسې نه يم

اى ام وهب ! زه دې کفيل (هم) يم؛ په ځپنه،پرمختګ او ورباندې په ګوذارونو کې د هغه ځوان ګوذار،چې پر پالونکى  ايمان لري .

 په دې وخت کې يې مېرمن ((ام وهب)) د خيمې ستن راواخسته او د خپل مېړه خوا ته ورغله او ويې ويل : ((موروپلارمې د ځار ! هو، د محمد د سپېڅلي ځوځات په مخ کې وجنګېږه )) .

عبدالله ورغى،چې خيمو ته يې ورستنه کړي؛خو مېرمن يې لمن ونيوه او و يې ويل : (( نه دې پرېدم ،چې درسره ووژل شم ! )) ؛خو حسين ( ع) ور غږکړ: ((تاسې کورنۍ حق پوره کړ، د خداى لورنې دې درباندې وي ، ښځو ته ورستنه شه او ورسره وسه ،چې  ښځې له جګړې معاف دي )) او ((ام وهب)) خيمه  تون ته ورستنه شوه .

                      

د عمرسعد او … د ښي اړخ يرغل

راوي وايي : عمروبن حجاج ،چې د ميمنه بولندوى و ، يرغل يې وکړ او چې د حسين پوځيانوته ورنژدې شو ؛نو دوى ورته زنګون کيش شوو او نېزې يې ورته ونيوې؛نوځکه سپاره يې په ټپه او پر شا شول او د حسين يارانو په غشيو و ايشتل ،يو شمېر يې ووژل شو و او يو شمېر يې ټييان شوو.

وايي: د حسين پوځيانو په سختۍ ورسره جګړه وکړه او سپاره يې ،چې دوه دېرش تنه وو، ورباندې يې يرغل کاوه او په هر يرغل کې يې د کوفيانو په لښکر کې ليکه ايسته او مخې ته تلل. په دې وخت کې د کوفيانو د سپرو بولندوى (( عزرة بن قيس)) ،چې وليدل ځواکونه يې زيانمندونکي دي ،”عبدالرحمان بن حصن” يې په عمر سعد پسې ولېږه او ويې ويل : (( ايا نه وينې ،چې سپاره مې له دې کوچنۍ ډلې څومره په تکليف کې دي ؟ پلى ځواک او غشي ايشتونکي دې راولېږي !)) او هغه ((ثبث بن ربعي)) ته وويل : ((نه ورځې؟ ))

ثبث وويل : (( سبحان الله! د ښار مشر او ټول  ښاريان  دې په نښه کړي؟ غشي ايشتوونکيو ته يې ورلېږې؟ زما پر ځاى دې بل پيدا نه کړ،چې په کار دې شي ؟!))

راوي وايي:  او ليدل يې ،چې ثبث له حسيــــــن سره له جګړې يې ښه نه ايسېدل.

ابوزهير عبسي وايي : د(( مصعب بن زبير)) په واکمنۍ کې مې له ثبـــث واورېدل ،چې يې ويل :(( خداى دې کله هم  ددې ښار خلکو ته څه خير نه ور رسوي ! او پښه دې يې پر لوټه  ونه لګي :ايا تعجــب نه کوئ ، چې موږ  له علي  بن ابيطالب  او بيا يې له زوى سره  پينـــځه کاله له آل ابو سفيان سره وجنګېدو ، بيا يې  مو له  بل زوى سره( چې غوره انسان  و) دښــمني وکړه او د آل معاديه او د زناکارې سميه له زوى سره ملاتړي شو و او جــګړه مو ورسره وکړه؟! بېلارېتوب او څه ستر بې لارېتوب !))

راوي وايي : عمر سعد حصين بن تميم راوغوښت او له زرېپوښانواو پينځوسوو غشي ايشتوونکيو سره يې ولېږه، د حسين پوځيانو ته ،چې ورنژدې شوو؛نو د حسين سپاره يې په نښه کړل اوپه ډېر لږ وخت کې يې اسونه له کاره ورته وغورځول او ټول پلـــــي شوو.

وايي : ايوب بن مشرح خيواني ويل : (( پرخداى قسم ما د حُر بن يزيد اس له پښو راوغورځاوه او داسې غشي مې پرې وار کړل،چــــــــــــې  ولړ زېد، تاو راتاو شو او راولوېد؛خو حُر ترې راټوپ کړ او د زمري په څــېر يې توره په لاس وويل :

ان تعقروا بى فانا ابن الحر      اشجع من ذى لبد هزبر

که زما اس مو وواژه ،پوه شئ ،چې زه له ازادې پيداشــــــوى يم، د زمريو تر زمرياليو مېړنۍ !

وايي: په رښتيا،چې بل مېړنۍ مې ترې ليدلى نه دى .

 راوي وايي : د حى ټبر څو مشرانو ورته وويل : (( تا وواژه؟ و يې ويل : نه،پر خداى قسم ماو نه واژه؛بلکې بل چل وواژه،او ښه مې نه راتلل ،چې وژلى مې واى ! “ابووداک” وويل :ولې ؟

ايوب وويل : ځکه له صالحانو ځنې و او که هغه کار ګناه وي، پر خداى  قسم ،د ټپي کولو او هلته د شتون په ګناه د خداى ديدار تر هغه ديداره يې راته ښه دى ،چې يو مې پکې وژلى وي!

 “ابووداک” ورته وويل   :داسې دې وينم ،چې ژر به له خداى سره په داسې حال کې ديدار وکړې،چې د هغوى ټولو د ګناه پېټى به دې پر اوږو وي ، ووايه،چې پوه شم،که تا غشى نه واى ايشتلى او اس دې له پښو راغورځولى نه واى او بل دې په نښه کړى نه واى او کمين دې نه نيوه او يرغل دې پرې نه واى کړى او خپل ياران دې پر  نه راپاڅول او داچې پر تا يې بريد وکړ، تښتېدلى واى او يارانو دې هم دغسې کړي واى . اياهغه او ملګر ي يې وژل کېدل؟ ! تاسې ټول يې په وژنه کې شريک ياست !

 ايوب وويل : (( ابو وداکه !ته مو د خداى له لورنې نهيلى کوې، که ته مو د قيامت  د ورځې حسابګر وسې او و مو بښې، خداى دې يې نه بښي !))

 او هغه وويل (( حق هماغه و،چې مې ووايه )) .

 

د کيڼ اړخ ير غل او د کلبي او د هغه د مېرمنې شهادت

 راوي وايي : شمربن ذى الجوشن د امام(ع) د لښکر پر کيڼ اړخ يرغل وکړ،د حسين پوځيانو مقاومت وکړ؛ خو حسين او ياران يې د دښمن په نښه کې وو . په دې حال کې  حسين  او ياران  يې له هرې خوا تر بريد لاندې وو او ((کلبي)) ( چې دوه ځل يې پر يزيديانو بريد کړى و. په هرځل يې ترې دوه تنه وژلي وو )، شهيد شو او وژونکي يې (( هاني بن ثبيت حضرمي )) او (( بکير بن حى تميمي )) وو. کلبي د حسين د پوځيان دويم شهيد و .

مېرمن يې له خېمې راووته او ورغله او سر ته بې کېناسته او له مخ يې دوړې ترې لرې کړې او ويې ويل : ((جنت دې درخوندور شه )) په دې وخت کې شمربن ذى لجوشن د رستم په نامه يو ځوان ته وويل ،چې ددې ښځې سر په ستن وواهه، چې ددې ښځې سر په ستن وواهه ، او ځوان همدغسې وکړل او ځاى پر ځاى يې شهيده کړه .

 

د ښي اړخ يرغل او د مسلم بن عوسجه شهادت

 راوي وايي : د عمر سعد د لښکر د ښي اړخ بولندوى ؛عمروبن حجاج د فرات  له لوري د حسين پر پوځيانو يرغل وکړ ،تر يو وخت نښته روانه وه ،چې د حسين د يارانو مخکښ ((مسلم بن عوسجه)) له پښو راولوېد. بيا نو عمروبن حجاج او ياران  يې پر شا شوو، دوړې کېناستې او مسلم يې پروت وليد. حسين ورغى،چې  وروستۍ شېبې يې وې،ورته يې وويل :((مسلم بن عوسجه! پالونکى دې تا وبښي(( ځينې شهيدان شول او ځينې سترګې په لار دي او بيخي له خپلې  ژمنې  اوښتي نه دي[588] ))

 ورپسې حبيب بن مظاهر ورغى او ورته يې وويل : (( مسلمه !مرګ دې راباندې خورا ستونز من دى،په جنت خوشحال وسه ))

 مسلم په کمزوري غږ وويل : ((خداى دې د خير زېرى درکړي))

او حبيب وويل : ((پوهېږم ،چې زه ډېر ژر ورسره يو ځاى کېږم،که نه خوښه مې وه ،چې وصيت دې راته کړى واى ،چې مې پلى کاوه ))؛ځکه ته د خپلوۍ او دين په پار وړ يې ))

 مسلم وويل : (( د خداى لورنې دې درباندې وي ؛بلکې ددې ( په لاس يې حسين (ع) ته اشاره وکړه ) سپارښتنه درته کوم ،چې په مخکې يې ووژل شې ! ))

 حبيب وويل : (( د کعبې پر پالونکي قسم  ،چې دغسې  کوم )) او ډېر لږ  وروسته يې په مخکې  له نړۍ ولاړ.

په دې وخت کې (ثبت بن ربعي)) خپلو ملګرو ته وويل : (( ميندې مو بورې شه ! ځانونه په خپل لاس وژنئ او د نورو ذليل کېږئ اوخوشحالي کوئ،چې د (( مسلم بن عوسجه )) په څېر وژل کېږي!

باخبر!پر هغه قسم ،چې د هغه اسلام مې منلى ، ما مسلم بن غوسجه په ډېر و ځايونوکې د عزتمنو او درونو مسلمانانو په مخ کې ليدلى و ،په خپلوسترګومې ليدلى ،چې د آذربايجان د ((سلق)) په جګړه کې يې  د مسلمانانو د لښکر تر را رسېدو مخکې شپږ تنه مشرکان وژلي وو ! اياپه څېر يې له تاسې  وژل کېږي او خوسحاليږئ ؟!)) 

د مسلم بن عوسجه وژونکي ،مسلم بن عبدالله خبابي او عبدالرحمان بجلي وو .

 

يزيد بن زياد؛توبه ګار غشى ايشتونکى

طبري وايي  : يزيد بن زياد له کوفې  نه د عمر سعدپه ملګرتوب له حسين سره جګړې ته راووت او چې د حسين شرايط يې ونه منل؛ نو د امام پلوى شو او ترڅنګ يې وجنګېد. يزيد د حسين په مخکې په ګونډو شو او پر دښمن يې سل د غشيو  ګوزارونه وکړل ،چې يوازې پينځه يې په نښه ونه لګېدل.يو ځيرک غشى ايشتونکى و او چې هر غشى يې ايشته ويل يې : ((زه د بهدله زوى او د عرجله ميړنى يم )) او حسين ويل : ((خدايه غش يې په نښه وولې او ثواب يې جنت کړه ))،چې ټول غشي يې ګوزار کړل ، پاڅېد او ويې ويل : (( يوازې پينځه غشي مې  خوشې ولاړل او پوهېږم ،چې پينځه تنه مې وژلي دي )) يزيد بن  زياد د شهادت له مخکښانو ځنې و او دا رجز يې وايه :  زه يزيد يم او پلارمې مهاجر، په  ځاله کې له پروت زمري خورا ميړنى . پالونکيه ، زه د حسين ملاتړى يم ، او له ابن سعده مې لار بېله کړې ده. 

په يوه ځاى د څلورو تنو شهادت

طبري وايي : عمر بن خالد، جابر بن حارث ، سعد د عمر بن خالد مولا او مجمع بن عبدالله په تورو د عمر سعد پر لښکر يرغل وکړ او وجنګېدل او دا چې  په جګړه کې تاوده شوو؛نو کوفيانو يو يو را ايسار کړ او يو له بله يې جلا کړل .په دې وخت کې عباس بن علي پر دښمن يرغل وکړ او له محاصرې يې وژغورل؛ خو دا چې سخت ټييان شوي وو او د دښمن پر وړاندې يې په ټول وس مقاومت کړى و ؛نو په يو ځاى کې شهيدان شوو.

 

د بُرير شهادت

طبري له عفيف بن زهير (چې د حسين (ع)  د شهادت  يو شاهد و ) روايتوي : يزيد بن معقل ډګر ته راووت او ويې ويل : (( برير بن حفيره ! د خداى چار درسره څرنګه وينې ؟ ))

 برير وويل : (( پر خداى قسم ، چې خداى راسره ښه وکړل او ته يې ګناهکار کړې ! ))

يزيد وويل : (( درغ دې وويل : او ته خو وړاندې دروغجن نه وې . ياد دې دي ،چې د بني لوزان په ټبر کې ګرځېدو او ويل دې : ((عثمان بن عفان پر ځان  تېرى وکړ او معاويه بن ابو سفيان، بې لارې او بې لارې کوونکى دى؛او د هدايت او حق امام ؛علي بن ابى طالب دى؟)) برير وويل : (( ګواهي ورکوم ،چې همدا مې ګروهه او اند دى؛او زه ګواهي ورکوم ،چې ته له بې لاريو ځې يې ! ))

 برير وويل : (( ايا مباهلې او ښېرا ته چمتو يې ،چې  له خدايه وغواړو دروغجن لعنت کړي او باطل پالى ووژني ، بيا راميدان ته شوو او جګړه درسره وکړم ؟ ))

راوي وايي : ډګر ته راغلل او لاسونه يې پورته کړل ،چې خداى دروغجن لعنت کړي او رښتين برلاس . بيا يې پر يو بل بريد وکړ ، ګوزارونه يې وکړل ، يزيد پر برير سپک  ګوزار وکړ او برير په کاري ګوزار د يزيد ککره وچوله او را ګوذار يې کړ ، ته وا چې همدا اوس يې وينم ، چې برير يې له ککرۍ خپله توره را باسي . بيا نو رضى بن مفقذ پر برير بريد وکړاو څه موده سره نښتي وو ،چې برير يې پرسينه  کېناست او رضي وويل : (( ملاتړي مې چېرې دي ؟!))

راوي وايي : کعب بن جابر ازدى پر برير ورټوپ کړ او ماوويل : (( دا هماغه  برير بن حضيرر د قرآن قاري او مفسر دى ،چې جومات  کې يې قرآن را ښووه ؟!))

 او کعب په نېزې ورباندې بريد وکړ او په  ملا کې يې وروټومبله او برير،چې د نېزې پر درد پوه شو،پر دښمن يې ورټوپ کړ،مخ يې ورڅيرې او پوزه يې  ورغوڅه کړه او کعب هم په نيزه وواهه ،چې له رضي يې جلا کړ،حال داچې نېزه يې په ملاکې ټومبل شوې وه ، د تورو په ګوذارونو يې شهيد کړ.

عفيف وايي : ته وا ماتې خوړلى رضى بن مفقذ وينم ،چې له خپل ځايه پاڅېدلى او لمن څنډي او وايي : ((ازدي وروره ! داسې يو احسان دې راسره وکړ ،چې بيخي يې هېروم نه ! ))

 وايي : ورته مې وويل : (( تاپخپله  دا پېښه وليده ؟ ))

 ويي ويل : ((هو، سترګو مې وليده او غوږونو مې واورېده ))

 او کعب بن جابر،چې راستون شو، مېرمن يا خور يې ورته وويل : (( د فاطمې د زوى په وژنه کې دې مرسته وکړه او د قرآن د قاريانو او مفسرانو ښاغلى دې وواژه ؟! په رښتيا ،چې ستره ګناه دې وکړه.پر خداى قسم،چې تردې وروسته به بيخي درسره خبره و نه کړم ! ))

او د عبدالرحمان بن جذب له خولې وايي : د ((مصعب بن زبير)) د واکمنۍ پر مهال مې د کعب بن جابر له خولې واورېدل: ((پالونکيه!)) موږ خو په حقيقت کې په خپله ژمنه وفا وکړه،خدايه دهغوى په ليکه کې مو ونه شمېرې، چې ټګي يې وکړه!))

 پلارمې ورته وويل : (( رښتيا دې وويل،وفا دې وکړه او  ځان ته دې شر وپېره ! ))

 ويې ويل : (( داسې نه ده ! شر مې نه دې پېرلى؛ بلکې خير مې تر لاسه کړى ! ))

د عمر وبن قرظه انصاري شهادت

راوي وايي : بيا نو عمروبن قرظه انصاري ډګر ته راووت او د حسين په مخکې  يې په جګړې لاس پورې کړ او ويې ويل : قد علمت کتيبة الانصار      انى ساحمى حوزة الذمار

ضرب غلام غير نکش شارى                          دون حسين مهجتى و دارى

 د انصارو لښکر ښه پوهېږي،چې زه  له دروند چاپېرياله دفاع کوم؛ځوانمرده،ټينګه او سرښندونکې دفاع،چې وينه او کور مې له حسينه ځار.

لنډه داچې عمروبن قرظة بن کعب د حسين تر څنګ شهيد شو .او ورور يې  ((علي بن قرظة))،چې د عمر سعد په لښکر کې و ، چغه کړه : ((حسينه! د دروغجن زويه دروغجنه ! زما ورور دې بې لارې کړ او وغولاوه او ودې واژه؟!))

 امام ورته وويل : خداى دې ورور بې لارې نه کړ؛بلکې هدايت يې کړ او ته يې بې لارې کړې ! ))

 او  علي وويل : (( که دې ونه وژنم ؛نو خداى مې دې ووژني يا دې په مخکې ونه وژل شم ! پر حسين (ع) يې ور بريد کړ،چې نافع بن هلال مرادي يې مخه ونيوه او ګوذار يې پرې وکړ او هغه يې راوغورځاوه؛خو ملاتړي يې راورسېدل او له جګړې يې و ايست او وروسته يې د ځان درمل وکړل او روغ شو.

 

د يزيد بن سفيان او حُر مقابله

طبري د ابو زهيرعبسي له خولې وايي : چې کله حر بن يزيد له حسين (ع) سره يو ځاى شو، يزيد بن سفيان وويل : پر خداى قسم که حربن يزيد ووينم؛نو په نېزې ورپسې ورځم ،بيا نو دواړه لښکرې ونښتې،مشاهده شوه ،چې حر بن يزيد پر دښمن بريدونه کوي او وايي : ما زلت ارميهم بثغرة نحرة     ولبانه حتى تسربل بالدم

  ((سره له دې ،چې اس مې ټپي اوپه وينو لړلى دى) ؛خو شړم يې،چې پر هر ځاى کې يې د وينو څاڅکي پراته وي )) او اس يې په غوږونواومخ ټپي شوى و او وينه ترې بهېده .

 په دې وخت کې حصين  بن تميم ( د ابن زياد د ساتندوى ځواک بولندوى) يزيد بن سفيان ته وويل :

 (( دا حر بن يزيد دى،چې ليدو ته یې هيلمن وې ))

 يزيد وويل : هو ! او د حر خوا ته ورغى او ويې ويل :((حره ! د جګړې سړى يې؟))

 حر وويل :((هو! همدا مې غوښتل)) او ورغى .

 راوي وايي : وامې ورېدل ،چې حصين بن تميم  ويل :((پر خداى قسم داسې يې ورمنډه کړه،چې ته وا ساه يې په لاس کې وه)) او ډېر وخت  تېر نه و،چې حر وواژه .

راوي وايي : تر غرمې سخته جګړه روانه وه او دښمن بې له يوې خوا،د حسين لښکر ته د ور نژدېدو وس نه درلود؛ ځکه خېمې يې يوله بل سره ښه نښلو لې وې.عمرسعد،چې دغسې حالت وليد ؛نو يو شمېر پوځيان يې ولېږل ،چې پر خېمى له ښي اوکيڼ اړخ بريد وکړي،جلا يې کړي او د حسين (ع) لښکر را ايسار کړي . د امام لښکر و هم درېيو تنېزو او څلورو تنېزو په خيمو کې کمين نيولى و او يرغلګران ( چې پر څېرولو او لوټ بوخټ وو ) يې تر بريد لاندې وو ، چې له پښو يې راوغورځول .

د خيمو سوځول

وايي : عمر سعد،چې دغسې وليدل، د خېمو سوځولو امر يې وکړ او ور دنننه مه شئ . بيا يې اور  راووړ او د اور په  لګولو لګيا شوو. حسين(ع) وويل: پرېږدئ،چې اور ورو اچوي،که داسې وکړي،دننه به درپسې درتلاى نشي او همدغسې وشو او بيا هم يوازې له يوې خوا د امام له لښکر سره ونښتل .

وايي : شمر بن ذى الجوشن بريد وکړ او رامخې ته شو ،چې د حسين خيمو ته ور ورسيد، غږ يې کړ: ((اور راوړئ،چې دا خيمه يې له مېشتو سره وسېځم ))،چې ښځوچغې کړې او له خېمو راووتې او حسين (ع) غږ کړ: ((دذى الجوشن زويه ! ته مې له اهل بيتو سره خېمې ته اور اچوې ؟! خداى دې په اور وسوځوه )) حميد بن مسلم وايي : شمربن ذى الجوشن ته مې وويل:((سبحان الله! دا کار درسره نه ښايي. ايا غواړې چې ځان  ته د دوه (ناروا) خويونو مخه پرانځې : په  الهي عذاب يې عذاب کړې اوکوچنيان او ښځې ووژنې؟ پر خداى قسم د نارينه و همدا وژنه دې د خپل بولندوى خوشحالۍ ته بسيا ده ))

 شمر وويل : ته څوک يې ؟

ومې ويل : درته نه وايم ،چې څوک يم ؛ځکه پر خداى قسم وډارشوم،که مې وپېژنې؛نو د واکمن په مخکې به زيان راورسوې .

 وايي : په دې حال کې شبث بن ربعي ورغى اوويې ويل : ((په رښتيا،چې ستا تر خبرې مې بدتره خبره او ستا تر چلن مې بدتر چلن ونه ليد ! ښځې ډاروې ؟ !))

 او و مې ليدل ،چې شمر خجالت شو او څټ ته  شو، په دې حال کې زهيربن قين له لسوتنو ملګر وسره پرې يرغل وکړ او پر شمر اوملګرو يې چار ورسخت کړ او له خېمو يې لرې کړل اوابا عزه خبابي يې ،چې له ملګرو ځنې و، ويې واژه ، چې د دښمن لښکر ترې راتاو شو او يو يو د حسين ياران شهيدانېدل او داچې يو يا دوه تنه يې شهيدانېدل،اغېز يې د امام (ع) پرلښکر څرګندېده .حال داچې  دښمن ګڼ شمېر و، چې څومره وژل کېدل ، معلومېدل نه .

د ډارنمونځ

وايي : ابو ثمامه صائدي ،چې دغسې وليدل ،حسين (ع)  ته يې وويل : (( اباعبدالله ! درځار شم وينم ،چې دوى درنژدې شوي وي . پر خداى تر هغې په ( انشاء الله ) و نه وژل شې،چې په مخکې دې ونه وژل شم ؛نو ځکه ښه مې راځي، په داسى حال کې ،چې د خپل پالونکي ليده کاتو ته ورځم، د نمانځه وخت رارسېدلى دى ))

 او امام سر راپورته کړ او ويې ويل :(( نمونځ  دې ياد کړ،خداى دې په لمونځ کوونکيو او ذاکرانو کې وشمېره ! هو ، اوس يې لومړى وخت دى )) بيا يې وويل : (( ترې وغواړه لاس راځنې واخلي،چې لمونځ وکړو ))

 حصين بن تميم يې په ځواب کې وويل : لمونځ مو نه قبلېږي !

 حبيب بن مظاهر ورته وويل : ((نه قبلېږي ؟! اى خره ! ګڼلې دې ده ،چې د آل رسول الله (ص) نه قبلېږي او ستا لمونځ قبلېږي ؟!))

 حصين بن تميم پرې بريد وکړ او حبيب بن مظاهر يې مخه ونيوه او داسى مخ يې ور په نښه کړ ،اس يې را پرېووت او دا ترې راولوېد اوملګرو يې وژغوره .

 

د حبيب بن مظاهر شهادت

حبيب بن مظاهر د کوفې پر لښکر بريد وکړ او ويل يې :

اقسم لوکنالکم اعدادا      اوشطرکم وليتم اکتادا

يا شر قوم حسبا وآدا

سوګند که ستاسې هومره ياپه نيمايي مو وو،ټول تښتېدئ، اى په ټبر او کړو وړو کې خورا بدترينو خلکو !

اوهم يې ويل :

انا حبيب و ابى مظاهر     فارس هيجاء و حرب تسعر

انتم اعدا عدة و اکثر         و نحن او فى منکم و اصبر

و نحن اعلى حجة و اظهر   حقا و اتقى منکم او اعذر

 زه حبيب  يم او پلار مې مظاهر دى،د جګړې د ډګر او بلې جګړې جنګيالى تاسې تر موږ په شمېر او امکاناتو کې ډېر ياست اوموږ تر تاسې  ښه پتمن او زغمناک يو.  دليل مو اوچت او څرګند دى او تر تاسې ښه باتقوا او معذور يو.

 بيا جګړه ونښته او د بني تميم د ټبر يو تن پرې ګوزار وکړ او چې پاڅېده؛نو حصين بن تميم په توره په ککره وواهه او ولوېد او تميمى سړى پلى شو او سر يې ترې رابېل کړ او حصين بن تميم ورته وويل : په وژنه کې يې درسره شريک يم  او بل وويل : پر خداى قسم بې له مابل وژلى نه دى .

حصين  وويل : ماته يې راکړئ ،چې د اس پرغاړه يې ځوړند کړم ،چې خلک وويني او پوه شي،چې په وژنه کې يې ګډونوال وم ،بيا يې واخله او عبيدالله بن زياد ته ورشه ،چې زه هغه انعام ته اړتيا نه لرم ،چې د هغه  وژنې ته يې اخلې .

 راوي وايي : سړي ونه منله ؛خو قوم منځګړيتوب وکړ او د حبيب بن مظاهر سر يې حصين بن تميم ته وسپاره او د خپل اس پر غاړه يې ځوړند کړ او په لښکر کې راوچورلاوه او بېرته  يې وروسپاره.

او دا چې کوفې ته ورسېدل؛نو يو بل تن د حبيب سر راواخست او د خپل اس پر سينه يې راځوړند کړ او د ابن زياد ماڼۍ ته رهي شو،چې د حبيب بن مظاهر زوى (چې بلوغ ته ورنژدې و) وليد او ورسره ملګرى شو،ماڼۍ ته په ورننوتو او وتو کې ورسره يو ځاى و. سړى  پرې شکي شو او و يې ويل : (( زويه ولې مې څارې ؟ ))

 ويې ويل :  (( څه خبره نشته ! ))

 ويې ويل : (( ولې  نه ، زويه راته ووايه ))

 ويې ويل : (( دا درسره سر زما دپلار دى ، نه يې راکوې ،چې يې ښخ کړم ؟ ))

 ويې ويل : (( زويه دا پر خوښه نه ده ،چې ښخ شي او هليمن يم ،چې امير يې د وژنې په پار ښه انعام راکړي))

  زوى وويل :((خو خداى يې په پار درته بدترينه سزا درکوي! هن ،پر خداى قسم ،چې تر ځان غوره دې وژلى دى )) ويې ژړل او صبر يې وکړ،چې د بلوغ او ځوانۍ منګ ته ورسي او د خپل پلار د کسات وس ومومي او قاتل  ته يې سزا ورکړي،تردې،چې د ((مصعب بن زبير)) زمانه راورسېده او د ((مصيبت)) له لښکر سره ((اجميرا)) ته ولاړ او ناڅاپه يې دهغه په خيمه کې د خپل پلار وژونکى وليد،څاره يې او د غرمني خوب پر مهال يې هلاک کړ … حسين(ع) د حبيب  بن مظاهر په شهادت خورا خپه شو او ويې يل : (( د خداى په حضور کې ځان او خپل باو فايارن وينم )) .

راوي وايي : حر بن يزيد ډګر ته ورغى او و يې ويل :

آليت لا اقتل حتى اقتلا

ولن اصاب اليوم الا مقبلا

اضربهم بالسيف ضربا مقصلا

لانا کلا عنهم ولا مهلا

 سوګند مې کړى،چې مې وژلي نه وي ،ونه وژل شم او مخامخ ګوذار وخورم، په توره يې وځپم ، په تيز او توند ګوذار ،نه ترې مخ واړوم اونه وتښتم . او ويې ويل :

اضرب فى اعراضهم بالسيف

عن خير من حل منى والخيف

 مخونه  يې په توره ووهم او له هغه غوره وګړي دفاع وکړم ،چې په  منى او ضيف کې يې احرام پرانستى دى .

او د زهير بن قين په ملتيايې سخته جګړه پيل کړه او ،چې يو به راايسارېده،بل به يې مرستې ته وردرنګل تر يو وخته يې همدغسې وکړل،چې حربن يزيد د دښمن پلي ځواکونو را ايسار کړ او ويې واژه اوهم ابوثمامه صائدى يې د خپل تره زوى (،چې  د دښمن په لښکرکې و ) وواژه . بيا يې د امام حسين په امامت د ماسپښين نمونځ (د ډارنموځ ) وکړه .

 

د سعيد حنفي شهادت 

جګړه تر لمانځه وروسته سخته شوه او امام (ع) ته ورنژدې شو او سعيد حنفي ځان د امام ډال کړ او له هرې لوري پرې د غشيو ګوذارونه کېدل ،چې شهيد شو .

 خوارزمي وايي: رجز يې وايه :

اقدم حسين اليوم تلقى احمدا

و شيخک الخير علياذا الندى

و حسنا کالبدر وافى الاسعدا

و عمک القرم الهجان الاصيدا

و حمزة ليث الاله الاسدا

فى جنة الفردوس تعلو صعدا

 حسين جانه مخ پر وړاندې ،چې نن به له احمد (ص) سره وينې او هم له خپل مشر علي غوره نېکچاري سره .

 او له حسن؛لکه د څلوارلسم سپوږمۍ او له خپل تره طيار سره ،چې ټينګ او په شمار وتلى و او له حمزه اسد الله سره او په فردوس جنت کې به کښته پورته کېږې .[589]

د زهيربن قين شهادت

بيا زهيربن قين  په جګړه لاس پورې کړ او ويل يې :

انا زهير و انا بن اليقين

آذودهم بالسيف عن حسين

 زه زهير او د قين زوى يم ، په دې توره يې ځپم او له حسينه دفاع کوم . حسين (ع) يې پر اوږو واهه او ويل يې :

اقدم هديت هاديا مهديا

فاليوم تلقى جدک النبيا

و حسنا و المرتضى عليا

و ذالجنا حين الفتى الکميا

و اسدالله الشهيد الحيا

 مخ پروړاندې،چې هدايت دې وموند، اى هادي اى مهدي !ۤ نن دې خپل نيکه ګورې اوحسن او علي مرتضى او د دوه وزرونو خاوند ،هغه بې لاسه مېړنى شهيد (= جعفر طيار)او د خداى زمرى ( = حمزه) هغه ژوندى شهيد.

بيا کثير بن عبدالله شعبي او مهاجربن اوس ترې راتاو شول او شهيد يې کړ.

د نافع بن هلال جملي شهادت

وايي : نافع بن هلال دغشي په لکۍ خپل نوم ليکلى و اوپرله پسې يې ګوذارول او ويل يې : زه هلال جملي يم او دين مې د علي دين و . خوارزمي وايي : غشي يې ايشتل اوويل يې :

ارمى بها معلمة افواقها

و النفس لا ينفعها اشفاقها

مسمومة يجرى بها اخفاقها

لتملان ارضهار شاقها

په دې نښه شوي غشي،نښه نيسم،چې پرې ولګي،زړه سوى پرې چټي دى. زهرين غشي،چې لنيدۍ يې ورګوذاروي،چې سيمه يې  له جنازو ور ډکه کړي . او ويل يې :

اضربکم بمنصلى

تحت عجاج القسطل

 په دې راپورته دوړو کې د تورو ګوذارونه درباندې کوم . [590]

 غشي يې تر پاى ته رسېدو و ورول،بيا يې توره له تيکي  راوايسته او بريد وکړ او ويې ويل :

انا الغلام اليمنى الجملى

دينى على دين حسين و على

ان اقتل اليوم فهذا املى

و ذاک رايى والاقلى عملى

زه يمني جملي ځوان يم ،چې  دين مې د حسين او علي دين دى . که نن ووژل شم ، دامې هيله او هم ګروهنه ده ،چې کړه وړه مې ووينم .

او ديارلس تنه يې هلاک کړل …[591]

طبري وايي :((مزاحم بن حريث)) يې مخه ونيوه او و يې ويل : (( زه د عثمان پر دين يم ))

 نافع يې په ځواب کې وويل :(( د شيطان پر دين يې ! ))

 بيا يې پرې بريد وکړ او و يې واژه، ناڅاپه ((عمروبن حجاج )) پر لښکر ورچغه کړه : (( احمقاتو! پوهېږئ ،چې له چا سره جنګېږئ؟ د ښار ميړنى!مرګ غواړي! يو هم ځان ته ورسره جګړه مه کوئ! چې دوى ډېر لږ دي او ډېر لږ پاتېږي !پر خداى قسم که يوازې يې په ډبرو وولئ ټول وژنئ ))

او عمرسعد وويل : ((رښتيا دې وويل خبره دې سمه ده))او امر يې  وکړ،چې پوځيان دې يې تن په تن جګړې ته نه ورځي. وايي : عمرو بن حجاج د حسين پوځيانوته ورنژدې شو او ويې ويل:(( کوفيانو! پر خپل اطاعت اوشجاعت ټينګ وسئ او د هغه په وژنه کې شکمنېږئ مه،چې له دينه وتلى او د مسلمانانو له امام سره يې مخالف کړى ! ))

 حسين ورته وويل :((عمروبن حجاجه! خلک مې وژنې ته راپاروې ؟! ايا زه له دينه  وتلى يم او تاسې پرې ټينګ پاتې ياست ؟! باخبر! پر خداى قسم  که په دې کړو وړ  دې ساه ووځي او ومرئ ،په يقين به پوه شئ ،چې په موږ کې کوم يو له دينه وتلى اوڅوک د جهنم  وړ دى ! ))

 طبري وايي: نافع بن هلال، د عمر سعد د لښکر دولس تنه ووژل او يو شمېريې ټپيان کړل،وجنګېد څومټې يې ماتې او ونيول شو. وايي: شمر بن ذى الجوشن او ملګرو يې ونيو او ابن سعد ته يې راوست. عمر سعد ورته وويل:((نافع افسوس درباندې ! ولې دې پر ځان دغسې وکړل ؟))

 نافع وويل:(( پالونکى مې پوهېږي ،چې څه مې غوښتل )) پرمخ يې وينه بهېده او ويل يې :(( پرخداى قسم له تاسې مې دولس تنه وژلي او يو شمېرمې ټپيان کړي او ځان په دې هڅه  نه ټپسورم  او که مټې مې روغې پاتې واى ؛نو نيواى مونه شوم !))

 شمر،عمر سعد ته وويل : ((خداى دې سلامت لره، ويې وژنه !))

 عمرسعد وويل:(( تا راوستى،که يې وژنې ! )) .

راوي وايي : شمر خپله توره را وايسته . نافع ورته وويل :((پر خداى قسم که له مسلمانانو ځنې واى ؛نو درته خورا درنه وه، چې زما په وينو لړلى له خداى سره ملاقات وکړې؛نو هغه پالونکى د ستاېنى  وړ دى ،چې زما مرګ يې د خپل پيدا کړي مشر له لاسه کړ )).

 او شمر وواژه او ورپسې يې د حسين پر لښکر بريد وکړ او ويې ويل : د خداى دښمنانو، لار پرانځئ،د شمر لار پرانځئ ،چې په خپله توره مو ځپي او نه تښتي .هماغه ،چې پر تاسې راکېوتى کړاو او تاسې ته مهلک  زهر او ټينګ (دښمن) مو دى!

وايي : چې د حسين يارانو وليدل،چې د دښمن پوځيان  زيات شول او د امام د ساتنې وس نه لري ؛نو د امام په مخکې يې وژنې ته يوله بل سره سيالي کوله .

 

دوه سرښندونکي غفاريان

په دې حال کې،امام حسين (ع) ته د “عزره غفاري” دوه زامن ؛عبدالله او عبدالرحمان  ورغلل او ويې ويل : (( ابا عبدالله ! پر تا دې سلام وي. دښمن موږ او تاسې را ايسار کړي يو،زموږ د دواړوخوښه ده ،چې دفاع درنه وکړواو ستاپه مخ کې شهيدان شو ))

 امام وويل : (( پرتاسې درود، نژدې راشئ )) وروړاندې شوو او د امام ترڅنګ پر جګړې ونښتل او يو يې ويل :

د غفار،خندف او بني نزار کورنۍ ښه پوهېږي، چې  بد چارې ډله په لغړو تورو ځپوو.

قومه ! د شريفو ازادو له تېزو منګولو لرې شئ !

 

دوه جابري او حنظله

راوي وايي : بيا “سيف بن حارث” او”مالک بن عبدسريع”، په ژړا حسين ته ورنژدې شوو،امام (ع) وويل : ((ورېرونو ولې ژاړئ؟ پر خداى قسم ،چې ډېر ژ به مې د سترګو تور شئ))

 ويې ويل : (( خداى دې مو در ځار کړي، پر خداى قسم ځانونو ته نه ژاړو؛بلکې پر تا ژاړو ،چې محاصره شوى يې او دښمن درنه پر څټ کولاى نشو))

 امام وويل : ((ورېرونو! خداى دې بدله درکړي ،د پرهېزګارانو خورا غوره بدله ،چې دا ډول ياران او سرښندونکي مې ياست))

وايي : په دې حال کې (( حنظة بن اسعد شامي )) راغى او د حسين مخې ته ودرېد او غږ يې کړ : (( قومه ! پر تاسې ډارېږم، چې عذاب ،چې د نوح قوم ، عاد ، ثمود او تر دوى وروسته کسانو ته ورورسېد ، (که نه) خداى پر خپلو بندګانو  ظلم نه غواړي . قومه ! زه پر تاسې له هغې ورځې ډارېږم ،چې خلک يو بل مرستې ته رابولي ، هغه ورځ ، چې مخ پر څټ به تښتئ او هيڅوک به نه وي،چې تاسې (د خداى له عذابه ) وژغوري او چې څوک خداى بې لارې کړي ؛نو هيڅ لارښود ورته نه وي [592]))

قومه! حسين مه وژنئ،چې خداى مو سخت په عذابوي او هر چا چې دروغ وويل،په يقين ،چې نهيلي شو)) حسين (ع) ورته وويل : ((د اسعد زويه ! د خداى رحمت درباندې،دوى هغه وخت د عذاب وړ شوو،چې ستا حق بلنه يې ونه منله او هوډمن شوو،چې تا او ياران دې ووژني، حال څه ،چې ستا صالح ورونه يې ووژل ))

 حنظله وويل:(( ځار دې شم ، رښتيا دې وويل.ته تر ما پردې مانا ښه پوه يې . ايا آخرت ته ورنشو او له خپلو وروڼوسره يوځاى نشوو؟))

 امام وويل :(( ځه د هغه پر لور ولاړ شه ،چې تر دنيا او چې څه پکې دي،غوره دي .د نه فنا کېدونکي ملک پر لور))

  او حنظله وويل:(( ابا عبدالله ،د خداى په امان ! پر تا او اهل بيتو  دې د خداى درود وي . هماغه موږ او تاسې  په جنت کې يو ځاى کړو ))

 امام وويل : ((آمين ، آمين )).حنظله جګړې ته وروړاندې شو،وجنګېد څو شهيد شو.بيا دوه جابري ځوانانو،ځانونه حسين (ع) ته ور ورسول او ويې ويل : (( يا ابن رسول د خداى په امان ! ))

 امام وويل : (( خداى موپه امان  او د هغه رحمتونه دې درباندې وي)) او تر شهادته يې جګړه وکړه .

د عابس او شوذب شهادت 

وايي : عابس بن ابى شبيب شاکري د خپل پلار(شاکر) له ازاد شوي ؛شوذب سره رامخې ته شو او ورته يې وويل : (شوذبه! په څه خيال کې يې ؟ ))

 شوذب وويل : ((څه به مې په خيال کې وي؟ له تاسره يو ځاى د پېغمبر د لور د زوى په مخ کې جنګېږم، ووژل شم!))

 عابس وويل : (( همدا انتظار درنه لرم . نو د ابي عبدالله پر وړاندې ودرېږه ، چې تا يې د نورو يارانو او بلکې د ځان په څېر ووينم؛ځکه په دې حال کې که څوک مې تر تا ځان ته ډېر نژدې ليدلاى ؛نو  ښه يې راتلل ،چې تر ما مخکې شي او د خداى په لار کې يې ځار کړم او د آخرت زېرمه مې وي . نن موږ ته يو فرصت  رامخې ته شوى ، چې تر وسې وسې بدله ترلاسه کړو؛ځکه تردې وروسته  د عمل لار بندېږي او د حساب ورځ رارسي .

وايي : رامخې ته شو او پر حسين ( ع) يې سلام وکړ ، ولاړ، وجنګېد اوشهيد شو .

 بيا عابس بن ابى شبيب وويل: (( اباعبدالله !هن په دې نړۍ کې تر تا بل څوک راته ګران نشته او که تر ځان او وينې بل څه لوړ واى ؛نو هرومرو مې پرې دفاع درنه کوله! د خداى په امان يا اباعبدالله ! خداى شاهد نيسم ،چې زه ستا او ستا دپلار پر هدايت يم )) بيا په لغړه توره د دښمن مخې  ته شو. او له ربيع بن تميم همداني (چې پر هغه ورځ و، روايت دى ،چې وايي : چې را روان و ؛نو ومې پېژانده؛ځکه په جګړو کې مې باتور ليدلى و، ومې وويل : (( خلکو! دا د زمريانو زمرى دى، دا د ابى شبيب زوى دى.يو هم جګړې ته مه ورځئ!)) او غږ يې کړ: ((څوک تن په تن جګړې ته نه راځي؟ ))

 عمر سعد وويل : ((په تېږو يې وولئ !))

 وايي : ناڅاپه له هرې لوري پرې تېږې ورېدې  او چې دا حالت يې وليد ، زرې يې له تنه راوايسته، خولۍ يې له سره لرې کړه اوپر دښمن يې يرغل وکړ اوپر خداى قسم،چې ومې ليدل،چې له دووسوو ډېر د عمر سعد پوځيان ترې وتښتېدل . بيا له هرې لوري پرې راتاو شوو،څو شهيدشو .

وروسته يو شمېر کسانو يې سر راواخست او هر يو ويل : ما وژلى دى او عمرسعد وويل : شخړه مه کو ئ. دا په يوې نېزې وژل شوى نه دى ! )) او سره يې بېل کړل .

 

د ضحاک مشرقي تېښته 

وايي : عبدالله مشرقي وويل : ،چې مې وليدل د حسين ياران ووژل شوو او د حسين او اهل بيتو وار يې راورسېد او يوازې  ((سويد بن عمرو)) او ((بشيربن عمرو)) ورپاتې دي ، ورته مې وويل : (( يا بن رسول الله ! زما او ستا تر منځ شوې خبره دې ياده ده ،چې ورته مې وويل : (( تر هغې درنه دفاع کوم ،چې کوم جنګيالى درسره وي اوچې مې ونه ليد ، په  تښتېدو او له جګړې په لاس اخستو کې ازاد وسم او تا راته وويل : (( هو)) و دې منله .

 امام وويل : (( رښتيا وايې؛خو څنګه ځان ژغورې ؟ که کړاى شې ، ځه ،چې ازاد يې ! ))

وايي : اس ته مې ورغلم ، هغه اس (چې ليدل مې د يارانو اسونه مې پرله پسې ټپي کېږي) ، چې په يوه خېمه کې مې درولى و او پخپله پلى جنګېدم ، دوه تنه مې ووژل او يومې بې لاسه کړ او پر هغه ورځ حسين تحسين کړم :  خداى دې د پېغمبر د اهل بيتوله لوري بدله درکړي .

لنډه داچې : اجازه مې واخسته  او اس مې له خېمې رابهر کړ، پر شا يې پرېوتم، په ځغاسته د دښمن له منځه راووتم او فرات ته ورنژدې تر ((شفيه)) کلي پينځلس  تنه راپسې وو، ورغلم ، چې ((کثيربن عبدالله)) ، (( ايوب بن مشرح)) او (( قيس بن عبدالله)) وپېژندلم، ويې ويل : (( د اضحاک مشرقي دى ، دامو د تره زوى دى ، د خداى لپاره يې خوشې کړئ ، په دې حال کې د بني تميم د ټېر درېيو تنو ورسره ملګر ويې هم وويل :  ((هو،پر خداى قسم موږ  خپل وروڼه او ملګري منو او د دوستۍ لپاره يې خپلوان ازاد پرېږدو )) او داچې  تميميانو مې له خپلوانوسره ملګرتوب وکړ ؛نورو هم لاس رانه واخست او خداى وژغورلم .

ليکوال (علامه سيد مرتضى عسکري) وايي : تردې ځايه مو د حسين د يارانو د شهادت په هکله د طبري تاريخ روايات راوړل ؛خو د هغه سياق او ترتيب مې مرعات کړى نه دى ؛ځکه  څرګنده ده ،چې هغه د پېښې يادونې ته؛ لکه څنګه ،چې پېښې شوي دي اهميت نه دی ورکړى؛که څه زموږ ترتيب هم بې د طبري په رواياتوکې د يو علمي بحث پايله نه ده ؛بلکې يوازې هغو قراينو ته مو پام وراړولى ،چې په رواياتو کې وو او ،چې موږ نور روايات پرې ورزيات کړي، سر چينې يې  مو ښوولې دي او  داچې  طبري په خپل تاريخ کې د حسين د يارانو ټولې پېښې او روايات راوړي نه دي او په نوروسرچينوکې ددې رواياتو يوه برخه د حسين  دشهادت سبب څرګندوي او پر مساله مو ښه پوهوي؛نو دادى لږ يې راوړو :

 

نورشهيدان

١-عمرو بن خالد 

خوارزمي وايي :  عمر و بن خالد ازدي جګړې ته ورغى اوويې ويل :

اليوم يا نفس الى الرحمان

تمضين بالروح و بالريحان

اليوم تجزين على الاحسان

قد کان منک غابر الازمان

ما خط باللوح لدى الديان

فاليوم زال ذاک بالغفران

لا تجزعى فکل حى فان

و الصبرا حظى لک بالامان

 اى نفسه ! نن د رحمان خداى پر لور ځې او د روح او ريحان پر لور الوځې . نن ددې احسان په پار بدله اخلې او څه،چې په تېر پېر کې درنه شوي وو،هماغه ،چې د ديان خداى پر وړاندې پر تخته کښل شوي وو، نن ټول د خداى په بښنه له منځه ولاړل(؛نو) بې قراري او تلولي مه کوه ، چې هر ژوندي مري او زغم درته غوره او ارام دى

٢-سعد بن حنظله

وايي : ترده وروسته سعد بن حنظله تميمي ډګرته ووت اوويې ويل :

صبرا على الاسياف و الاسنة

صبرا عليها لدخول الجنة

و حور عين ناعمات هنة

لمن يريدالفوز لابالظنة

يا نفس للراحة فاطرحنه

و فى ‌طلاب الخير فارغبنه

 پردې تورو او نېزو زغم وکړه ، چې صبر پرې جنت ته د ورننووتو لار ده ؛ او (هم) شادابو مبارکو حورالعين ته د ورسيدو لار،هغه ته چې يقيني نېکمرغي غواړي نه خيالي .اى نفسه ! دې هوساېنې ته ، دنيا لرې وارتوه او ددې خير په لټه کې مخ ترې واړه . بيا يې پر دښمن ورودانګل او جګړه ونښته او شهيدشو [593]

٣-عبدالرحمان بن عبدالله يزني 

وايي : بيا عبدالرحمان بن عبدالله يزني ډګرته ولاړ او و يې ويل :

انا ابن عبدالله من آل يزن

دينى على دين حسين و حسن

اضربکم ضرب فتى من اليمن

ارجو بذاک الفوز عند المؤتمن

زه د عبدالله يزني زوى او د حسين او حسن پر دين يم . تاسې د يمني ځوانمرد په ګوذار په نښه کوم .اوپه دې چار له مؤتمن  خدايه بريا غواړم .

بيا يې بريد وکړ ،جګړه يې وکړه او شيهد شو.

 ٤- قرة بن ابي قرة

بيا نو قرة بن ابي قرة  غفاري ډګرته ورغى او و يې ويل :

قد علمت حقا بنوغفار

و خندف بعد بنى نزار

بانننى الليت الهزبر الضارى

لاضربن معشر الفجار

بحد عضب ذکر بتار

يشع لى فى ظلمة الغبار

دون الهداة السادة الابرار

رهط النبى احمد المختار

 غفاريان ، خندقيان او نزاريان ښه پوهېږي ،چې زه داړن اوماتوونکى زمرى يم، چې د ډګر د دوړو تياره مې رڼا ده . د خداى  د غوره پېغمبر احمد، د کورنۍ د لارښودونکيو،ښاغليو او نېکچارو په مخ کې .

بيايې بريد وکړ ، وجنګېد ، څوشيهدشو.

 ٥-عمرو بن مطاع

ورپسې عمروبن مطاع جعفي ډګرته ورغى او و يې ويل :

انا ابن جعفى و ابى مطاع

و فى يمينى مرهف قطاع

و اسمرسنانه لماع

يرى له من ضوئه شعاع

قد طاب لى فى يومى القراع

دون حسين و له الدفاع

  زه د جعفي زوکړه او پلار مې مطاع دى او په ښي لاس کې مې ښه  تېزه توره ده،چې له تېزۍ پړق وهي اوځلېږي .

نننۍ برخه مې خورا خوندوره ده،چې د حسين پر وړاندې وسم او دفاع ترې وکړم .

بيا يې جګړه پيل کړه ، وجنګېداو شهيد شو . [594]

 

٦- جون د ابوذرغفاري (رض) مريى

په مثيرالاحزان او لهوف کې وايي : بيا ( جون ) ،چې د ابوذر(رض) تور پوټکى مريى و،د جګړې اجازه يې وغوښته  امام ورته وويل : ته ازاد يې ځکه په موږ پسې ژوند اوسوکالۍ ته راغلى يې ؛نو زموږ پر لار مه  اخته کېږه !

 جون وويل : يابن رسول الله ! خو په نعمت او پراخۍ کې دومره وم او په سختۍ او تنګۍ کې مو پرېږدم ؟( نه) پر خداى قسم بوين يم . ټبر مې ټيټ او رنګ مې تور دى ،دادى جنتي  مې کړه ،چې بوى مې ښه ، ټبر مې شريف او مخ مې سپين  شي. نه ،پر خداى قسم  درنه جلاکېږم نه ،چې دا توره وينه ستاسې له وينې سره ګډه نه کړم ! بيا يې ترشهادته جګړه وکړه . [595]

 د خوارزمي په مقتل کې وايي : جون پر دښمن  ور بريد کړ او ويې ويل :

کيف يرى الفجار ضرب الاسود

بالمشرقى القاطع المهند

احمى الخيار من بنى محمد

اذب  عنهم باللسان واليد

ارجو بذاک الفوز عند المورد

من اله له الواحد الموحد

فاجران ، ددې تورګو ذار څرنګه ويني ؟،چې  په ښه تېزه توره يې ځپي .زه د آل محمد له غورو ځنې ملاتړ کوم ،او په خوله اوزور دښمن ترې شړم اوپه دې چار په قيامت کې د “ايکي يو خداى” د ځانګړې بريا په هيله يم  .[596] بيا يې پينځه ويشت تنه هلاک کړل او پخپله هم شهيد شو.حسين يې سر ته ودرېد او ويې ويل : ((پالونکيه ! مخ يې سپين ،بوى يې ښه او له محمد(ص) سره راپاڅوې  او دده او آل محمد ترمنځ اشنايي کړې )) [597]

 

٧-انيس بن معقل 

د خوارزمي په مقتل کې وايي :  بيا انيس بن معقل  ډګر ته ورغى او و يې ويل :

انا انيس و انا ابن معقل

و فى يمينى نصل سيف فيصل

اعلوا به الهامات بين القسطل

حتى ازيل خطبة فينجلى

عن الحسين الفاضل المفضل

ابن رسول الله خير مرسل

 زه انيس يم ،د معقل زوى،په ښي لاس مې تېره توره ده ،چې په سختيو کې د سرغړاندو ککرې پرې وهم ، چې د غوره رسول  د زوى،غوره حسينه نادودې لرې شي .

 ٨-حجاج بن مسروق

 وايي : حجاج بن مسروق د حسين (ع) مؤذن و، ډګر ته ورغى او و يې ويل

اقدم حسين هاديا مهديا

اليوم تلقى جدک النبيا

ثم اباک  ذالعلا عليا

والحسن الخير الرضا الوليا

و ذالجنا حين الفتى الکميا

و اسدالله الشهيد الحيا

  مخ پر وړاندې اى حسينه ! اى لارښوده ! اى  مهدي! چې نن دې خپل نيکه د خداى نبي وينې او خپل لوړ مقامى پلار علي دې او غوره نېکچارى ولي حسن او د دوو وزرونو خاوند، هغه مېړنۍ پتمن جعفر طيار او هغه ژوندى شهيد ،د خداى زمرى (حمزه ) .

بيا يې بريد وکړ ، وجنګېد او شهيد شو .

٩-جنادة بن حرث 

وايي : بيا نو جنادة بن حرث انصاري ډګرته ورغى او ويې ويل :

انا جنادة انا ابن الحارث

لست بخوار و لابناکث

عن بيعتى حتى يقوم وارثى

من فوق شلوفى الصعيد ماکث

 زه جناده يم، د حارث زوى، نه ډارن يم ،نه وعده ماتى .پر خپل بيعت ټينګ يم ، تردې ،چې وارث مې بې ساه تنه پر ځمکه لوېدلې ومومي .

 بيا يې بريد وکړ،جګړه وکړه، څو شهيد شو.

١٠_عمروبن جناده 

بياعمروبن جناده ډګر ته ورغى او و يې ويل :

اضق الخناق من ابن هندو ارمه     فى عقره بفوارس الانصار

و مهاجرين مخضبين رماحهم       تحت العجاجة من دم الکفار

خضبت على عهد النبى محمد      فاليوم تخضب من دم الفجار

واليوم تخضب من دماء معاشر     رفضو القرآن لنصرة الاشرار

طلبوا بثارهم ببدروانثنوا                بالمرهفات و بالقناالخطار

و الله ربى لا ازال مضاربا                  للفاسقين بمرهف بتار

هذا على اليوم حق واجب               فى کل يوم تانق و حوار

د انصارو په زړورو د هندې د بچي او کورنۍ راتاوې کړه او د مهاجرينو په نېزو ،چې په هغه هياهوکې د کفارو په وينو ککړې شوې (پر هغه ورځ ) د محمد رسول الله په پېرکې (د هغوکفاررو په وينو) ککړې شوې او نن دې فاجرانو په وينه ککړېږي .نن د هغې ډلې له وينو ککړېږي،چې قرآن  يې د اشرارو د ملاتړ په پار، څنډې ته کړى،هغه اشرار، چې نن د ((بدر جګړې)) د ننګينو وينو او ماتې کسات اخلي : د هغو د وينوکسات،چې د مجاهدينو په ځپنده نېزو اوتېرو تورو راولوېدل!پر پالونکي مې قسم ، چې پردې فاسقانو د تېرو تورو ګوذارونه کوم .نن دا چار راباندې تر هغې واجب حق دى ، چې ساه اوخوله مې وي .

بيايې پر دښمن بريد وکړ،وجنګېد څو شهيدشو.

 

١١- يتيم تنکى ځوان

بيا هغه تنکى ځوان ،چې پلار يې شهيد شوى و او د خپلې مور ترڅنګ و، ډګر ته ورغى. مور يې ورته وويل : (( زويه ! ډګرته ورشه او د رسول الله (ص)له زوى تر شهادته دفاع وکړه.))

 زوى وويل : همدغسې کوم او ډګر ته ورغى .

 حسين وويل : (( دا تنکى  ځوان دى،پلار يې وژل شوى ، ښايي د مور يې خوښه نه وي ))

 تنکي ځوان وويل : (( يا ابن رسول الله ! مور مې را ته ويلي)) ډګر ته ورغى او ويې ويل :

اميرى حسين و نعم الامير

سرور فواد البشير النذير

على و فاطمة والداه

فهل تعلمون له من نظير

بولندوى مې حسين دى او څه ښه امير،هغه بشيراو نذير پېغمبر د زړه خوشحالي .علي او فاطمه يې موروپلار دي . ايا سارى يې پېژنئ ؟

بيايې جګړه وکړه او شهيد شو.سر يې ترې جلا کړاو د حسين لښکر ته يې وروغورځاوه.مور يې سر راواخست او ورته يې وويل : ((آفرين زويه ! لېمه مې ! د زړه خوشحالي مې ! )) بيا يې سرګوذار کړ او يو دښمن يې پرې وواژه او د خېمې لرګى يې راواخيست او بريد يې پرې وکړ اويې ويل :

انا عجوز فى النساء ضعيفة

بالية خالية نحيفه

اضربکم بضربة عنيفة

دون بنى فاطمة الشريفه

 زه کمزورى بوډۍ ، له ډنګرو کار لوېدليو بوډيو،چې په سختو ګوذارونومو ځپم او د شريفې فاطمې له اولادونو دفاع کوم . بيا يې د دښمن دوه تنه ووژل او حسين (ع) يې د راستنېدو  امر وکړ او دعايې ورته وکړه . [598]

خوارزمي وايي : د حسين د ياران په يو بل پسې ډګر ته د تلو لپاره امام ته ورتلل او ويل يې : (( اسلام عليک (= خداى په امان ) يا ابن رسول الله ! )) او د امام ځواب و (( عليک السلام ( = خداى په امان ) موږ درپسې يو او د آيت  يې لوست :

((مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا[599]))  او په دې توګه جګړه وغځېده ،چې ټول شهيدان شوو . [600]

 

د رسول الله (ص) د اهل بيتو شهادت

خوارزمي وايي : چې کله د حسين ياران ټول شهيدان شول او يوازې يې اهل بيت پاتې شول ، راغونډ شول او يو له بل سره يې خداى پاماني وکړه او جګړې ته چمتو شو . [601]

 علي اکبر؛د آل البيت لومړى شهيد

طبري وايي : پر هغه ورځ د آل ابى طالب ړومبى شهيد د حسين زوى ؛((علي اکبر)) و ،چې مور يې ((ليلي )) د ((ابوسفيان )) د لور ((ميمونې)) لمسى  و (؛ يعنې علي اکبر د ابو سفيان د کړوسۍ زوى و [602]) ؛نو ځکه يې ((امان ليک )) ورته راوړى و او د ((مصعب زبيرى)) د وينا له مخې ورته يې وويل : (( ته د اميرالمؤمنين يزيد بن معاويه – خپلوان يې او غواړو ،چې د خپلوۍ درناوى دې رعايت شي اوکه وغواړې امان مو درکړى دى !))

علي اکبر وويل :(( د رسول الله (ص) د خپلوۍ د درناوي رعايت خورا وړ دى [603]))

 خوارزمي وايي  :  چې حسين وليد؛ نو ږيره يې اسمان ته ونيوه او ويې ويل : (( پالونکيه !پردې خلکو شاهد وسه .

دا دى يو ځوان ورغى ،چې په بڼه،خوى او خبرو کې ستا پېغمبر محمد (ص) ته ډېر ورته دى او چې زموږ به د پېغمبر مخ راياد شو؛نو دده مخ ته به موکتل .خدايه ! د ځمکې برکتونه ترې واخلې ،خپاره واره يې کړې او ټوټې ټوټې او ډله ډله يې کړې او واکمن کله هم خوښ ترې نه کړې؛ځکه ويې بللو،چې ملاتړ مو شي ؛خو زموږ لار يې ونيوه او جګړې ته مو راپاڅېدل!))

بيا يې ((عمرسعد)) ته ور غږ کړ : (( څه درباندې شوي؟! خداى دې ستا د خپلوۍ اړيکې وشولي او له چاره دې برکت واخلي او داسې يو تن دې درباندې لاسبرى کړي ،چې سردې په بستره کې جلا کړي؛لکه چې زما پيوند او تړاو دې څيرې کړ او له رسول الله (ص) سره دې زما د خپلوى تړاو مراعات نه کړ!)) بيا يې په لوړ غږدا آيتونه ولوستل: ((إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ. ذُرِّيَّةً بَعْضُهَا مِن بَعْضٍ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ [604]))

وايي : علي اکبر پردښمن بريد وکړاو و يې ويل:

انا على بن الحسين بن على

نحن و بيت الله اولى بالنبى

والله لا يحکم فينا ابن الداعى

اطعنکم بالرمح حتى ينثنى

اضربکم بالسيف حتى يلتوى

ضرب غلام هاشمى علوى

زه علي د حسين بن علي زوى يم ،پر بيت الله قسم، چې پېغمبر ته ډېر ورنژدې (خپلوان) يو.پر خداى قسم،چې حرمونى واکمني راباندې نه کوي؟ ددې نېزې ترکږېدو موځپم او ددې تورې تر پڅېدو مو وهم ،چې دا د هاشمي علوي ځوان ګوذار دى .

ترې دې يې جګړه وکړه،چې کوفيان يې ستړي کړل،بيا دسخت ټپ پر حال خپل پلار ته ورستون شواو يې ويل : ((پلارجانه !تندې وارخطاکړى يم او جګړې مې وزلې راباندې درنې دي ، څه غړپ اوبه شته،چې دمه مې سازه شي او بيا پر دښمنانو ورودانګم؟))

 حسين وژړل او ويې ويل : (( زويه ! پر محمد ، پر علي او پر پلار دې خورا ستونزمنه ده،چې ته يې وبولې؛خو ځواب دې درنه کړي او مرسته ترې وغواړې څو لاسنيوى دې ونه کړي!))

 بيا يې خپله ګوته ورکړه او ويې ويل : (( دا ګوته په خوله کې کېده او جګړې ته ورشه،هيلمن يم خپل نيکه رسول الله ( ص) به دې له خپل ډک جامه مړوخ کړى ؛داسې څښاک ،چې وروسته  به ترې کله هم تږى نشې )) او علي اکبر ډګر ته ورستون شواو ويې ويل :

الحرب قد بانت لها حقايق

و ظهرت من بعدها مصادق

والله رب العرش الانفارق

جموعکم او تغمد البوارق

دې جګړې خپل حقايق څرګند کړل اوتردې وروسته، دلايل يې ښکاره شول . پرخداى ، د عرش پر پالونکي ، قسم، چې درنه جلا نشم ،چې (ووژل شم ) يادا توري په تېکوکې شي . [605]

 طبري وايي : علي اکبر خپلې جګړې ته دوام ورکړ؛خو ((مرة بن منقذ عبدي)) ،چې وليد، ويې ويل : (( د ټولو عربو ګناه دې راپرغاړه وي ،که له څنګه مې تېر شو او دغسې يې دوام ورکړ؛نو پلار به يې پر وير ورته کېنوم ))او لږ وروسته يې کمين ورته ونيو او ګوذار يې پرې وکړ او چې پر ځمکه ولويد، د دښمن لښکر ترې راتاو شو او د تورو ګوذاونه يې پرې پيل کړل .

خوارزمي وايي: مرة بن منقذعبدي پر ککرۍ وواهه ،چې پر ځمکه لوېده ؛نورو په تورو ورباندې لګيا شول، ځان يې داسې پر غاړه راځوړند کړ او اس يې د دښمن منځ ته پر ځغاسته کړ، دښمن په خپلو تورو ټوټه ټوټه کړ او د عمر په وروستيو شېبوکې يې په لوړغږ وويل : (( پلار جانه دامې نيکه رسول الله (ص) دى ،چې په ډک جام يې مړوخ کړم، داسې څښاک ،چې کله به هم تږى نشم . هماغه درته وايي : بيړه وکړه ،چې تاته هم جام زېرمه شوى دى …[606]))

 طبري د حميد بن مسلم له خولې وايي : لا تر اوسه د حسين د هغې ورځې غږ په خپلو غوږ ونو احساسوم ،چې يې ويل : (( زويه! خداى دې ستا وژوونکي ووژني ،چې دغسې ګستاخ او بې پروا له لوراند خداى سره جګړه کوي او د رسول الله حرمت ماتوي! (زويه ) تر تا وروسته دې پر دنيا خاورې وي !)) او هم وايي : (( ته وا وينم ،چې يوه ښځه  د ځلانده لمر په څېر په بيړه راوتلې او چغې وهي : (( وروره ! وراره !)) ومې پوښتل : څوک ده ؟ ويې ويل : دا زينب د رسول الله د لور د فاطمې لور ده . راغله ،چې ځان پر خپل ځان پر خپل وراره واچوي ؛خو حسين راغى ، له لاسه يې ونيوه او خيمو ته يې ور دننه کړه او پخپله په خپل زوى پسې ورغى او هاشمي ځوانان ترې راتاو وو او ويې ويل : (( ورور مو خيمو ته بوځئ)) او جنازه يې له وژنتونه کېږديو ته بوتله .

 

عبدالله  بن مسلم بن عقيل

تردې وروسته “عبدالله  بن مسلم بن عقيل” (چې مور يې “رقيه” د حضرت علي لور وه [607]) ډګر ته ورغى او ويې ويل :

اليوم القى مسلما و هوابى

و فتية بادوا على دين النبى

نن مې له پلار مسلم سره وينم  او هغه ځوانمردان ،چې د پېغمبر پر دين له نړۍ تللي دي . [608]

طبري وايي : عمرو بن صبيح  يو غشې پرې ورخوشې کړ او عبدالله لاس پر تندې کېښود ، غشى يې پر لاس او له تندي سره يې ورونښلاوه .[609] او بل غشى په زړه وايشت .

 

جعفر بن عقيل بن ابى طالب 

خوارزمي او ابن شهر آشوب وايي: جعفر بن عقيل بن ابى طالب په دې رجز ډګر ته ورغى :

انا الغلام الابطحى الطالبى

من معشر فى هاشم من غالب

و نحن حقا سادة الذوائب

هذا حسين اطيب الاطايب

د هاشم له کورنۍ د غالب له ځوځاته زه هماغه ابطحي طالبي ځوان يم، موږ په حق د مشرانو مشر يو،او دا حسين خورا سپېڅلى دى . [610]

 او تر شهادته يې جګړه وکړه او قاتل يې ((بشربن سوط همداني )) و. طبري وايي: قاتل يې ((عبدالله بن غوره خثعمي )) و .

عبدالرحمان بن عقيل بن ابى طالب

ورپسې عبدالرحمان بن عقيل ډګر ته ورغى ،چې دا رجز يې وايه :

ابن عقيل فاعرفوا مکانى

من هاشم و هاشم اخوانى

کهول صدق سادة الاقران

هذا حسين شامخ البنيان

و سيد الشباب فى الجنان

پلار مې عقيل دى ؛نو مقام مې وپېژنئ،چې هاشمي يم او وروڼه مې هم هاشميان دي .دا حسين د رښتونو بوډا (اوشيخ) او د ښاغليو ښاغلى دى ،چې خورا لوړمقامى دى او د جنتي ځوانانو ښاغلى .

 تر شهادته يې جګړه وکړه او وژوونکى يې ((عثمان بن خالد جهني )) و . طبري وايي : عثمان بن خالد او بشر بن سوط پرې بريد وکړ اوشهيد يې کر .

 

محمد بن عبدالله بن جعفر

خوارزمي او ابن شهر آشوب وايي: بيا محمد بن عبدالله بن جعفر ډګر ته ورغى او و يې ويل :

اشکوالى الله من العدوان

فعال قوم فى الردى عميان

قد بدلوا معالم القرآن

و محکم التنزيل والتبيان

واظهرو الکفر مع اطغيان

ددې ټولو دښمنيو له لاسه خداى ته شکايت کوم؛د هغه قوم له کړو وړو،چې ړوند او په هلاکت کې دى : د قرآن نښې او محکم تنزيل او څرګند آيتونه يې واړول او خپل کفراو سرغړونه يې رابربنډه کړه .

بيا يې په جګړې لاس پورې کړ او شهيد شو. وژونکى يې ((عامل بن نهشل تميمى ))و.

عون بن  عبدالله بن جعفر 

ورپسې يې ورور عون ډګر ته ورغى اوو يې ويل :

ان تنکرونى فانا ابن جعفر

شهيد صدق فى الجنان ازهر

يطير فيها بجناح اخضر

کفى بهذا شرفا فى محشر

که مې نه پېژنئ ، زه د جعفر زوى يم ، په غوره جنت کې رښتين شهيد ،چې په شنو وزرونو کې الوځي  او په محشر کې همدشرافت  راته بسيا دى .

تر شهادته وجنګېد . وژونکى يې ((عبدالله بن قطبه طائي)) و .[611]

 

د امام حسن عليه السلام د دوو زامنو شهادت

ورپسې عبدالله بن حسن بن علي ډګړ ته ورغى او و يې ويل:

ان تنکرونى فانا فرع الحسين

سبط النبى المصطفى المؤتمن

هذا حسين کلاسير المرتهن

بين اناس لاسقوا صوب المزن

که مې نه پېژنئ زه د حسن زوى يم ، هماغه ،چې د غوره امين پېغمبر لمسى و.دا حسين  دى ،چې د بندي په څېر په تاسې کې راګېر دى ( چې هيلمن يم ) خوندورې اوبه ونه څښئ .

تر شهادته يې جګړه وکړه . وژونکى يې ((هاني بن ثبيب  حضرمي )) و.[612]

بيا يې ورور قاسم بن الحسن ،چې لا د ځوانۍ منګ ته رسېدلى نه و تو ته چمتو شو. حسين (ع) ،چې وليد په غېږ کې يې ونيو او ويې ژړل، دې تنګي ځوان د جنګېدو اجازه غوښته ؛خو تره يې حسين اجازه نه ورکوله.پر له پسې يې د امام لاس وپښې ښکلولې او اجازه يې غوښته ،چې په پاى کې حسين راضي شو،ډګر ته ورغى اوښکى يې پر اننګو بهېدې [613] او يوازې جامې يې پر تن او پڼې يې پر پښو وې او د سپوږمۍ په څېرځلېده اوويل يې :

انى انا القاسم من نسل على

نحن و بيت الله اولى بالنبى

من شمر ذى الجوشن و ابن الدعى

(( په واقع کې زه قاسم يم ،د علي له ځوځاته . پر بيت الله قسم ،چې موږ  پېغمبر ته ډېر ورنژدې يو، تر شمرذى الجوشن يا حرموني ( = ابن زياد)[614] 

طبري د حميدبن مسلم له خولې وايي:  تنکي ځوان ،چې څېره يې د نرۍ مياشتې په څېر وه، توره په لاس، جامې يې پر تن  او کړاوې ( او چپه پياړمه يې شلېدلې وه ) يې پر پښو وې . عمرو بن سعد بن نفيل راته وويل : (( پر خداى قسم بريد پرې نه کوم !))

 ومې ويل : سبحان الله ! ولې ؟ همداچې راايسار کړي يې دي ، وژنې ته يې درته بسيا دي .

 ويې ويل :پر خداى قسم بريد پرې کوم . بريد يې پرې وکړ او لږ وروسته يې په توره پرککره وواهه او تنکى ځوان پړمخ  راولوېد اوويې ويل : ګرانه تره! او حسين  د ښکاري باز په څير ورورسېد او د غوسناک زمري په څېر يې په توره پر عمر وبن سعد ورودانګل  او بې سارې  دفاع يې وکړه او د حسين ګوذار يې لاس ترڅنګې جلا کړ او داسې چغه يې کړ،چې ګردو پوځيانو واورېده .[615]

يو شمېر کوفيان يې ژغورنې ته راغلل،چې د حسين له بريده يې بچ کړي او تر پښو لاندې يې کړ ،چې هلاک شو. دوړې کېناستې او ما وليدل ،چې حسين پر تنکي ځوان ولاړ دى او لاس وپښې وهي او حسين وايي : ((لعنت پر هغوى ،چې ته يې ووژلې،د قيامت پر ورځ به دې نيکه ( رسول الله ص) ستا په اړه ورسره دښمني کوي)) بيا يې وويل : ((پر خداى قسم پر تره دې ډېره سخته ده،چې په چغه يې وبلې او لاسنيوى دې ونه کړي، يا دې مرستې ته دروځغلي ؛خو ګټور درته نشي ! هغه فرياد،چې پر خداى قسم  دښمنان يې ډېر اومرستند ويان يې لږ دي ! )) 

بيا يې له ځمکې راپورته کړ. ته وا وينم  ،چې حسين  په سينې پورې نيولى و او پښې يې ورته راښکودې . له ځان سره مې وويل : څه ورسره کوي؟ ومې ليدل ،چې خپلې خيمې ته يې بوت او د خپل زوى علي بن الحسين او د اهل بيتو له نورو شهيدانو سره يې  يو ځاى کړ. چې بيا مې د دې تنکي ځوان نامه وپوښتله،وويل شول : هغه (( قاسم بن حسن بن علي بن ابى طالب ))و.

د امام حسين (ع)  د  وروڼو شهادت[616]

 ١- د ابوبکر بن علي ( ع)  شهادت

بيا د حسين (ع)وروڼه شهادت ته چمتو شوو او ړومبى يې ((ابوبکر بن علي))د ((عبدالله )) په نوم ډګر ته ورغى اوو يې ويل :

شيخى على ذوالفخار الاطول

من هاشم الصدق الکريم المفضل

هذا الحسين ابن النبى المرسل

نذود عنه بالحسام الفيصل

تفديه نفسى من اخ مبجل

يارب فامنحنى الثواب المجزل

  علي مې سرلوړى وياړلى ښاغلى دى ،د رښتين دروند او لوړ مقامي هاشم له ځوځاته.دا حسين د مرسل نبي زوى  دى ،چې په تېرو تورو ترې دفاع کوو. له دې ستر وروره  ځار يو. پالونکيه (په دې لار کې ) ډېره بدله راکړه.

((زحر بن قيس نخعي )) د ((ابوبکر بن علي )) وژونکى و.

٢- د عمر بن علي (ع) شهادت

بيا يې ورور ((عمربن علي )) ډګر ته ورغى او و يې ويل :

اضربکم ولا ارى فيکم زحر

ذاک الشقى بالنبى قد کفر

يازحر يا زحر تدان من عمر

لعلک اليوم تبوء بسقر

شر مکان فى حريق وسعر

فانک الجاحد يا شر البشر

  ګوزارونه درباندې کوم او ((زحر)) درکې نه وينم ؛هغه بدمرغه ،چې پر پېغمبر کافر شو.

زحره ! زحره ! له عمره بدله اخلې،په دې هيله ،چې نن جهنم ته په بدترين ځاى کې ننوځې  : اور او ژبغړ اندۍ ته  يې ،چې يې سخت منکر يې اى د بشر شره! بيا د خپل ورور په وژونکي پسې ګرځېده او سخته توره يې وهله اوويل يې :

خلوا عداة الله خلوا من عمر

خلوا عن الليث العبوس الکفهر

يضربکم بسيفه و لا يفر

و ليس يغد و کالجيان المنجحر 

د خداى دښمنانو يوې خواته شئ، د عمرله لارې لرې شئ، له غوسناک توندخويه زمري له لارې څنډې ته شئ،چې په توره مو وهي او نه تښتي او د ډارنو په څېر په سوړوکې نه پټېږي!

 او د شهادت تر وخته يې جګړه وکړه.

٣-عثمان بن علي (ع)

 وروسته ترې ((عثمان بن علي )) ډګر ته ورغى او و يې ويل :

انى انان عثمان ذوالفاخر

شيخى على ذوالفعال الطاهر

صنو النبى ذوالرشاد السائر

مابين کل غائب و حاضر

 زه پخپله عثمان د وياړنو درلودونکى يم (چې ) پلار مې علي پاک کرداره دى؛ دهغه پېغمبر زوم،چې رشد او هدايت يې هر حاضر او غايب ته رساوه .

بيا يې جګړه وکړه او شهيد شو.

 

٤-جعفربن علي ( ع) 

بيا يې ورور ((جعفربن علي )) ډګر ته  ورغى او و يې ويل :

انى انا جعفر ذوالمعالى

نجل على الخير ذوالنوال

احمى حسينا بالقنا العسال

و بالحسام الواضع الصقال

زه پخپله شريف جعفر د شريف زوى يم، د نېکچاري خير علي زوى، له حسينه په دې نېزې او لغړه توره ملاتړ کوم .

بيا يې جګړه وکړه او شهيدشو.

 

٥—عبدالله بن علي (ع)

او ورپسې يې ورور ((عبدالله بن علي)) ډګر ته ورغى او و يې ويل :

انا ابن ذى النجدة و الافضال

ذاک على الخير فى الفعال

سيف رسول الله ذوالنکال

وکاشف الخطوب والاهوال

  زه د هغه زړور فاضل سړى زوى يم،هماغه ښه نېکچارى علي،د رسول الله توره، (د کفارو) سزا ورکوونکى او د سختيو او کړاوونو لرې کوونکى .

او تر شهادته يې جګړه وکړه . [617]

طبري  د((حميد بن مسلم)) له خولې وايي : پر هغه ورځ مې واورېدل ،چې حسين ويل : (( خدايه اورښت  پرې مه وره، د ځمکې برکتونه ترې واخله. خدايه! که تر يو وخته دې برخمن کړل؛نو (اوس) يې په سختۍ خپاره واره او ډلې ډلې او واکمن ترې خوشحال مه کړې ،چې يې راوبللو،چې مرسته مو وکړي؛خو راباندې راپاڅېدل او ويې وژلو))

وايي : چې کله له حسين سره يوازې درې يا څلور تنه ياران پاتې شوو؛نو يو کلک کميس يې وغوښت او څو ځايه يې سورى او څيرې کړ،چې لغړ يې نه کړي . يو يار يې ورته وويل :که ورلاندې ترې يو پرتوګى واغوندې . امام وويل : پرتوګى د ذلت جامه ده او راسره نه ښايي او چې شهيد شو ((بحر بن کعب)) ترې کميس راوايست او لغړ يې کړ.

ابومخنف وايي :

عمروبن شعيب له محمد بن عبدالرحمان راته وويل :  په ژمي کې د ((بحر بن کعب )) لاسونو اوبه کولې او په اوړي کې د لرګيوپه څېر وچېدل .

 

٦-د عباس بن علي (ع) شهادت

په مقاتل الطالبيين کې وايي : عباس بن علي ښکلى سړى و .

پر تېز اس سپرېده اوپښې يې ترځمکې رسېدې، د ((بني هاشمو سپوږمۍ )) يې ورته ويله ،پر کومه ورځ، چې شهيد شو ؛نو د حسين (ع) بيرغچي و. عباس  د (ام البنين ) مشر زوى او د خپلو سکه وروڼو وروستى شهيد و.[618]

د خوارزمي په مقتل کې وايي : عباس دې رجز په ويلو ډګر ته ورغى :

  اقسمت بالله الاعز الاعظم     و بالحجون صادقا و زمزم

و بالحطيم و الفنا المحرم      ليخطبن اليوم جسمى بدمى

دون الحسين ذى الفخار الاقدام     امام اهل الفضل و التکرم

 پر ځواکمن او ستر خداى او پر حجون[619] ،زمزم ، حطيم  او د حرم په فنا[620] په رښتيا قسم خورم ،چې نن مې تن په وينو لړل کېږي .د حسين پر وړاندې،چې وياړن ،مخکى او د فاضلا نواو عزتمنو مخکښ دى .[621]

او هم وايي : اوبو راوړو ته يې مخه کړه ،چې دښمن پرې بريد وکړ، چې  ده هم پرې بريد وکړ او ويې ويل :

لا ارهب الموت اذا الموت رقى     حتى اوارى فى المطاليت لقا

نفسى لنفس المصطفى اطهروقا     انى انا العباس اغدوا بالسقا

                                             ولا اخاف الشر يوم الملتقى

له مرګ نه ډارېږم،چې دامرګ (مې) پورته بوځي ، تردې ،چې له مخکېنيو سره مې يوځاى کوي او ځان مې د سپېڅلي متقي مصطفى (ص) له ځان سره يوځاى کېږي ،زه هماغه عباس يم ،چې اوبو راوړو ته ځم. او د قيامت پر ورځ له شر او بدۍ بچ يم .

بيا يې له ځانه دښمنان وشړل،چې (( زيد بن ورقاجهني )) او((حکيم بن طفيل)) د کجورو د ونو تر شا ورته پټ ناست وو او په ښي لاس يې وواهه ؛خو عباس توره په کين لاس ونيوه  او بريد يې وکړ او و يې ويل :

و الله ان قطعتم يمينى      انى احامى ابدا عن دينى

و عن امام صادق اليقين     نجل النبى الطاهر الامين

پر خداى قسم،که څه زما ښى لاس مو وواهه،( خوپوه شئ ،چې ) له دينه مې دفاع کوم  او له رښتوني امامه، چې بېشکه د امين  او پاک پېغمبر لمسى دى .

او تردې يې جګړه وکړه ،چې زور يې کېناست او ((حکيم بن طفيل)) ،چې د ونې تر شاورته ناست و ، کيڼ لاس يې هم ترې غوڅ کړ او عباس وويل :

يا نفس لا تخشى من الکفار     و ابشرى برحمة الجبار

مع النبى السيد المختار       قد قطعوا اببغيهم يسارى

                                     فاصلهم يارب حرالنار

عباسه! له دې کفارو مه ډارېږه  او د جبار خداى په لورنې خوشحال وسه ، له هغه ستر غوره شوي پېغمبر سره. په ظلم يې کيڼ لاس رانه پرې کړ، زما خدايه ! د خپل دوزخ په اور کې يې وغورځوه .

په پاى کې هماغه ملعون د خيمې په ستن شهيد کړ .[622]

د خوارزمي په مقتل کې وايي : حسين عليه السلام ( د عباس تر شهادت وروسته ) وويل :

 ((الان انکسر ظهرى وقلت  حيلتى: اوس مې ملا ماته او تدبير مخ پرځوړنه شو ! [623]))

 

د اهل البيتو د ماشومانوشهادت

د تي خور شهادت

د خوارزمي په مقتل او نورو کې وايي : حسين  د خېمې خولې ته راغى او ويې ويل : کوچنى علي راولئ ، چې خداى پاماني ورسره وکړم.ماشوم يې ورکړ،په ښکلولو يې لګيا شو او ويې ويل : (( افسوس پردې قوم،چې ستا نيکه يې دښمن دى))،چې ناڅاپه ((حرمله کامل اسدي)) تي خور په غشي وايشت او د حسين په غېږ کې يې شهيد کړ. حسين هم د تي خور د ستوني له وينو ورغوى ډک کړ او اسمان ته يې وشينده او ويې ويل : ((خدايه ! که (نن) دې بريا رانه اخستې؛نو هغه مو د غوره ورځې کړه او له دې ظالمانو کسات واخلې)) بيا له اسه راکوز شواو د تورې په غلاف يې قبر ورته وکنه جنازه يې وکړه، په وينو لړلى تي خور يې پکې ښخ کړ . [624]

د بل ماشوم شهادت

طبري وايي: عبدالله بن عقبه غنوي ،ابابکر بن حسين په غشي وايشت او شهيد يې  کړ؛نو ځکه ((ابن عقب)) شاعر وايي:

و عند غنى قطرة من دمائنا

وفى اسد اخرى تعد و تذکر

يوه برخه وينه مو د ((غني)) پر ټبر ده او بله يې د ((اسد)) پر ټبر شمېرل او يادېږي .

 

د فرات پر لار نښته

طبري د هغه له خولې وايي،چې حسين او ياران يې څارل : چې کله حسين خپل ياران په تنګسه کې وليدل،پر اوښ سپور  شو،چې له فراته اوبه راوړي . وايي په دې حال کې (( بني ابان بن دارم ))  د ټبر يو تن وويل : (( پر تاسې افسوس ، له اوبو يې منع کړئ،چې لارويان يې يو ځاى ورسره نشي)) او خپل اس يې وځغلاوه او خلک ورپسې شو او د حسين او فرات ترمنځ يې ليکه جوړه کړه او حسين وويل:((خدايه! تږي يې کړه!)) وايي : دې اباني سړي په غشي د حسين  اوږه په نښه کړه.

په يوه روايت کې وايي : حصين بن تميم امام (ع) په نښه کړ او په خوله يې وايشت … او په بل روايت کې وايي : حسين غشى راوکښه او ورغوى يې له وينې ډک کړ او اسمان ته يې  وشينده . بيا يې خداى  وستايه، لاسونه يې پورته  کړل او و يې ويل : (( خدايه ! څه چې ستا د پېغمبر د لور له زوى سره کېږي ، يوازې تا ته يې شکايت کوم، خدايه شمېر يې کم کړه، ساه ګانې يې واخلې ، او يو يې هم پر ځمکه پرېنږدې!))

طبري وايي : حسين غشى راوکښه او په وينو لړلي لاسونه يې پرانستل او ويې ويل : ((خدايه! څه چې ستا د پېغمبر د لور له زوى سره کېږي ، تا ته يې شکايت کوم!))

راوي وايي : پر خداى قسم ،وخت تېر نه و،چې خداى هغه  (خبيث) سړى تږى کړ، داسې ،چې بيخي نه مړېده . قاسم بن اضبغ وايي : کتو ته يې له يوې ډلې سره ورغلم ، ساړه شربتونه ، له شملو ډک خيګونه او د اوبو ډکې کوزې مې وليدې او وامې ورېدل ،چې ويى ويل : (( پر تاسې افسوس! را ويې څښئ ، چې له تندې مړ  شوم ! او بيا يې د اوبو کوزه يا د کورنيو شمولو خيګ ورکاوه او ټول يې څښه او چې  له شوملو به يې لرې کړ او ډېر لږ به ارام شو بيا به يې چغې وهلې : (( افسوس درباندې! راويې څښئ ،چې له تندې مړ شوم! )) او پر خداى قسم ، ډېر لږ وروسته  يې ګېده  د اوښ د ګېډې په څېر وشلېده.

د پرېشانه تنکي ځوان شهادت

 طبري د ((هاني حضرمي )) له خولې وايي : د حسين پر وژنې  له  لس تنيزو سپرو کې  له حاضر ينو ځنې وم ، چې پوځيان وخوځېدل او مغلوبه جنګ شو، ناڅاپه له آل حسين  څخه يو تنکى ځوان ،پرېشانه له خيمې راووت ،چې جامې  يې پر تن او يو لرګى ورسره و او ښي اوکيڼ لور يو ته يې وکتل … ،چې يو سپور ځان وروساوه ، له سپرلۍ کوز شو، هلک يې ونيو او په توره يې نيم کړ.

راوي وايي :د تنکي ځوان وژونکى  پخپله ((هاني حضرمي)) و؛خو داچې  ټپسورى شو ، وژنه يې په بل پورې وتړله .

 

د امام حسن (عليه السلام ) د تنکي ځوان شهادت

طبري وايي : بيا(( شمربن ذى الجوشن )) په پلي ځواک پر حسين(ع) يرغل وکړ،حسين دفاع وکړه او يرغلګران پر څټ شوو؛خو بيا يې سخت را ايسار کړ.

ناڅاپه ((عبدالله بن حسين)) چې تنکى ځوان و، حسين ته ورغى .حسين خپلې خور ته وويل: مه يې را پرېږده،زينب هڅه  وکړه؛خو هلک نه منله او په منډه د حسين ترڅنګ ودرېد.

په دې حال کې ((بحر بن کعب)) په توره پر حسين ورټوپ کړ او تنکي هلک وويل :(( پليده! تره مې وژنې؟)) بحر بن کعب د تورې ګوذار وکړ او دې هلک ځان د خپل تره ډال کړ،چې په ګوزار يې لاس پرې شو او يوازې  پوټکى يې پاتې و او چغه يې کړه : مورې! حسين په سينې پورې راونيو او ويې ويل : (( وراره! چې  څه در رسېدلي ،زغم پرې وکړه او ثواب ته هيلمن وسه ،چې خداى دې خپلو ښو پلرونو؛رسول الله (ص) ،علي بن ابى طالب ، حمزه ، جعفر او حسن بن علي ته وررسوي[625] ))

 

د امام حسين شهادتځى

طبري وايي : حسين په خپل وژنځي کې اوږد وخت پاتې شو او چې د دښمن هر يو تن به ور نژدې کېده،له وژنې يې لاس پر سرکېده ،چې ستره ګناه يې ورتر غاړې نشي . تردې ،چې ((مالک بن نسير)) ورغى او په توره يې پر سر وواهه،تورې اوسپنيزه خولۍ ماته کړه او ګوذار سرته ورسيد، سر او خولۍ يې په ونيو شوه حسين ورته وويل : (( له دې چاره نه وخورې او نه وڅښې ! او خداى  دې له ظالمانو سره راپاڅوه ))

راوي وايي: امام خولۍ راواخسته او بله خولۍ يې راوغوښته او پر سر يې کېښووله؛ حال داچې سخت کمزورى شوى و،خپله ګړۍ يې پرې ورکېښووله.هغه سړى رامخې ته شو او دا خولۍ يې راواخسته اوچې د کربلا تر پېښې وروسته خپلې مېرمنې؛((ام عبدالله )) ته ورغى او خولۍ يې له وينو وينځله،مېرمن يې ورته وويل : د پېغمبر د لور د زوى ،لوټ شوې خولۍ دې کور ته راوړې ؟! زما  له کوره يې وباسه، او ملګرو يې ويلې،چې  نوموړى ترمرګه بدمرغه نشتمن و. [626]

 

د آل رسول پر خيام د پلي ځواک يرغل

 ابومخنف وايي : په دې حال کې ((شمربن ذى الجوشن)) د لسو تنو په شاوخوا کې د کوفې له پلي ځواک سره د حسين د خېمو پر لور روان شو او حسين وويل : (( افسوس درباندې : که دين نه لرئ او له قيامته نه وېرېږئ، لږ تر لږه  په خپل دنيوي چار کې ازاد او اصيل وسئ، قافله او عائله مې ستاسې له بې عقلو بچ کړئ!))

شمربن ذى الجوشن وويل : ((د فاطمې زويه! خبره دې سمه ده))  او له پلي ځواک سره ،چې : عبدالرحمان جعفي ، قشعم بن عمرو جعفي،صالح بن وهب يزني، سنان بن انس نخعي او خولي بن يزيد ورسره  وو، حسين  ته ورغلل او خپل مشرد حسين وژنې ته هڅول او عبدالرحمان  جعفي ته يې ،چې پوره پر وسله سنبال وم وويل : (( کار يې ترسره کړه !))

 ورته يې وويل : ((ولې يې پخپله  نه کوې ؟!))

 شمر وويل :(( ايا ماته داسې وايې ؟))

  ويې ويل : ((او ته ماته داسې وايې ؟))

او يو بل يې وکنځل او عبدالرحمان ،چې بې باکه او زورور و،شمر ته يې وويل :(( پرخداى قسم ،چې دا نېزه دې په سترګو کې ومنډم ! ))

  راوي وايي : شمر ترې مخ واړ اوه،و يې ويل : (( پر خداى قسم  که مې کولاى شول ؛نو هرومرو مې زيان  دررساوه .[627]))

 

د امام (ع) وروستۍ جګړه

طبري  د ابي مخنف له خولې وايي :حجاج بن عبدالله بن عمار  وويل ،چې عبدالله  بن عمار  د حسين په وژنه کې دګډون له امله ټپسورى شو.

نو ويې ويل : (( پر بني هاشمو مې يو حق دى ! ))

 ورته مې وويل : (( څه حق پرې لرې ؟))

 ويې ويل : (( پر حسين مې په نېزه بريد کاوه ،چې ورورسېدم . پر خداى قسم ،چې ګوذار مې پرې کړاى شو، خو لږ ترې پر شا شوم او ومې ويل : ولې يې زه وژونکى وسم، پرېږده ،چې بل يې ووژني !))

 بيا پلي ځواک له ښي او کيڼ لوريو راايسار کړ ؛خو حسين له ځانه وشړل، ورېښمين کميس يې اغوستى و او پګړۍ يې  پر سر وه. پر خداى قسم کله مې هم  داسې يو راايسا شوى ليدلى نه و ،چې اولاد،اهل بيت او ياران يې وژل شوي وي ؛خو په خورا زړورتوب ،زغم او مړانه دفاع وکړي ! پر خداى قسم مخکې  او وروسته  مې يې سارى ليدلى نه دى ،چې  راتاو پلي کسان ترې د لېوه داړلي وزو په  څېر خپاره واره کېدل!

 

د حضرت زينب (ع) فرياد

راوي وايي : پر خداى قسم،همدغسې وه ،چې بيا د فاطمې لور او د امام خور؛ زينب له خېمې راووته او ويې ويل : (( کاشکې اسمان راولوېږي !)) بيا يې عمر سعد ته ،چې حسين ته ورنژدې شوى و، وويل: ((عمرسعده ! ايا ابو عبدالله  وژل کېږي او ته ورته ګورې ؟!)) او اوس ته وا  وينم ، چې د عمر سعد اوښکې پر مخ او ږيره يې بهېږي او له زينب مخ اړوي ! [628]

خوشال بابا وايي :      

  په يزيدباندې لعنت شه په اعوان يې

                  چې په تېغ يې دنبي لمسى مظلوم دى [629]

                                                          

 

د امام  حسين (ع) شهادت

 ابومخنف له صعقب بن زبير او دى له  حميدبن مسلم څخه وايي :حسين (ع) ورېښمينې جامې اغوستې وې،پګړۍ  يې پر سر وه او نکرېزې يې  کړې وې ،د ميړني جنګيالي په څېر جنګېده او د دښمن مخه يې  نيوه او ويل يې :

 ((زما وژنې ته هڅونه کوي؟ هن ! پر خداى قسم،چې تر ما وروسته هر څوک ووژنئ ، خداى پرې زما د وژنې هومره نه خپه کېږي! پر خداى قسم،هيلمن يم ،چې خداى مې ستاسې په خوارۍ درنښت وکړي او زما کسات درنه داسې واخلي،چې پوه هم نشئ ! هن ! پر خداى قسم که ما ووژنئ، خداى به مو په خپلمنځي اړپېچ اخته کړي او يو د بل  وينه به تويې کړئ او په دې چار به مو خداى خوشحال نشي، تردې ، چې درناک عذاب در زيات کړي !))

وايي: بيا نو يو څه ورځ تېره شوه ،که خلکو يې د وژنې هوډ درلوداى ؛نو واژه يې ؛خو هر يو بل ته سترګې نيولې وې او ښه يې  ايسېدل ،چې بل دا چار وکړي،چې شمر چغه کړه : (( افسوس درباندې ! څه ته مو سترګې نيولي ؟ ويې وژنئ ! ميندې مو بورې شه ))

 وايي : خلکو پرې له هر لوري بريد وکړ او تميمي ګډونول يې کيڼ لاس په نښه کړ،بل يې غاړه په نښه کړه . بيا ستانه شوو او امام پاڅېده او رالوېده ،چې (( سنان بن انس)) پرې بريد وکړ او په نېزه يې وواهه او  ((خولى بن يزيد)) ته يې وويل : ((سر يې جلا کړه )) اوچې دا يې کول، غړي يې ولړزېدل .

 سنان ورته وويل : خداى دې مټې ماتې او لاسونه پرې کړه  او پخپله  پلى شو او د امام سر يې غوڅ کړ او ((خولي)) ته يې ورکړ. [630]

 ابو مخنف د جعفر بن محمد بن علي (امام صادق (ع) له خولې روايتوي : (( چې حسين  شهيدېده ؛نو پر بدن يې د نېزې دري دېرش او د تورې څلور دېرش ټپونه وو)) او وايي: سنان بن انس ، چاته اجازه نه ورکوله،چې  حسين ته ورنژدې شي ،هسې نه ،چې د حسين سر ترلاسه کړي تردې ،چې پخپله  يې د امام سر جلا کړاو ((ځولي)) ته يې وسپاره.

د خلافت لښکر د پېغمبر (ص) د اهل بيتو شتمني لوټي 

وايي : د امام  جامې يې لوټ کړې.کميس يې ((بحربن کعب)) يووړ،ورېښمين چپن يې ((قيس بن اشعث)) او پڼې يې ((اسود)) او توره يې ((بني مهشل)) يووړه ،چې بيا د((حبيب بن بديل)) د کورنۍ  لاس ته ولوېده . بيا خلک د جامو،ګاڼو او اوښانو پر لوټ شوو او ټول يې ولوټل او بيا  د اهل بيتو ښځو، وزلو او په شته سامان پسې ورغلل ، تردې ،چې د ښځو پڼوني يې هم لوټ کړل!

 

وروستى  شهيد

وايي : ((سويد بن عمر)) ،چې د امام له يارانو ځنې و، ټپي، په وژل شويو کې پورت و،چې وا يې ورېدل : ((حسين ووژل شو))؛نو داچې لږ ښه شوى و،په چاړه يې پر دښمن بريد وکړ او څه وخت وجنګېد،چې شهيد شو. وژونکي يې (( عروة بن بطار)) او(( زيدبن رقاد )) وو او دا وروستى شهيد و .

او د حميد بن مسلم له خولې وايي : علي بن الحسين بن علي اصغر [631]  ته ورسېدم او مې ليده ،چې ناروغ او په بستره کې پروت دى او شمربن ذى الجوشن او پلى ځواک يې وايي: (( ايا دا و نه وژنو؟))

وايي ، ومې ويل :سبحان الله ! ايا کوچنيان وژنو؟!دا کوچنى دى .

او د خطر لرې کولو ته مې دا خبره  ټينګه ونيوه ،چې عمرسعد راغى او ويې ويل :(( پوه شئ ،چې هيڅوک دې د ښځو ځاى ته نه ننووځي اوهيڅوک دې  ناروغ ته زيان ونه رسوي او چې چا څه ترې اخستي ور دې يې کړي .))

  وايي : پر خداى قسم چا هم څه رانه کړل  او علي بن الحسين وويل : (( خداى دې خير درکړي،چې پر خداى قسم په خبره دې، خداى له يوه ستر شره بچ کړو .[632]))

 

د حسين (ع) وژونکي انعام غواړي!

راوي وايي : خلکو سنان بن انس ته وويل :(( تا حسين بن علي د پېغمبر د لور د فاطمي زوى دې وواژه ! تا د عربو يو ستر او شريف نارينه وواژه! راغلى و،چې دوى له واکمنۍ راوپرځوي؛ نو خپلو بولندويانو ته دې ورشه ،چې د حسين د وژنې په پار څومره شتمني هم درکړي ،بيا هم لږه ده !))

 او سنان ،چې بې باکه او احمق  ښکارېده،سپور د عمرسعد خېمې ته ورغى او په لوړ غږ يې وويل :

او فر رکابى فضة و ذهبا

انا قتلت الملک المحجبا

قتلت خير الناس اما و ابا

و خيرهم اذ ينسبون نسبا

 رکاب مې له سره و سپېنو ډک کړئ، چې لوړ مقامى سلطان مې وژلى دى .داسې يو تن مې وژلى ،چې موروپلار يې غوره خلک او خورا اوچت  حسب او نسب  يې درلود.

 عمر سعد وويل : (( ګواهي ورکوم ،چې ته لېونى يې او بيخي روغ نه يې!))  او ويې ويل: (( دلته يې راولئ . )) او چې  راغى په خپله همسايې پرې ګوذار وکړ او ويې ويل : (( لېونيه !داڅه خبره کوې ! پر خداى قسم که ابن زياد يې واوري ، غاړه به دې پرې کړي ! ))

 

  د امام تنه لتاړل کېږي

راوي وايي : بيا عمرسعد په خپل لښکر کې غږ وکړ : (( څوک حاضر دى ، چې د حسين تنه د خپل اس تر پښو لاندې  کړي ؟ ))

 لس تنه چمتو شوو ،چې يو يې (( اسحاق بن حياة  حضرمي )) د امام حسين  د کميس  تښتونکى و ،چې تردې وروسته  پر پيس ناروغۍ اخته شو او ((احبش بن مرشد)) ،چې راغلل او د حسين تنه يې د اسونو  تر پښو لاندې کړه او د امام ملا او سينه يې ورماته کړه ! او خبرشوم ،چې څه موده وروسته (( احبش بن مرشد))  په غيبي غشي پر زړه وايشتل شو او هلاک شو . [633]

 

په مدينه  کې د حسين (ع) وير

الف –  ړومبۍ عزاداره؛((ام سلمه )) د رسول الله (ص) مېرمن

 د ترمذي په سننو، سيرالنبلاء ،رياض النضره،ابن کثير تاريخ، الخميس او نورو کتابونوکې د ((سلمى)) له خولې وايي : ام المؤمنين ((ام سلمې )) ته ورغلم او ومې ليدل ،چې ژاړي .

 ومې ويل : ولې ژاړې؟

ويې ويل  : په خوب کې مې وليدل ،چې د رسول الله (ص) سر او مخ په خاورو ککړ دى .

 ومې ويل : ((يا رسول الله! څه درباندې شوي ؟

  ويې ويل : (( لږ مخکې د حسين پر وژنې  شاهد وم ! [634]))

 يعقوبي وايي : د مدينې ړومبۍ عزاداراه ((ام سلمه)) د رسول الله (ص) مېرمن وه؛ځکه پېغمبر(ص) د حسين د قبر يو بوتل خاوره ورکړه او ورته يې ويلي وو: (( جبرييل خبر کړم ،چې امت مې حسين وژني او دا خاوره يې راکړه .))

 او ام سلمې ويلي دي  : پېغمبر (ص) راته وويل :  که خاوره په تازه وينې واوړېده ؛نو پوه شه،چې حسين وژل شوى دى )) او دا خاوره ورسره وه ، تردې چې د وعدې شېبه راورسېده او هغې  شېبه په شېبه دې بوتل ته کتل او داچې بوتل يې په وينو وليد؛نو د ((واحسينا)) او ((يا ابن رسول الله )) چغې يې ووهلې او د شاوخوا ښځې ورسره يو ځاى شوې او ټوله مدينه په ماتم کې راونغاړل شوه .[635]

ب – دويم عزادار- ویرنبولی؛ ((ابن عباس))

د احمد بن حنبل په مسند او فضايل کې ، د طبراني په معجم الکبير،د حاکم په مستدرک ، رياض النضره او نورو کتابونو کې د ((عمار بن ابى عمار)) له خولې اودا يې له ((ابن عباس )) روايتوي : رسول الله (ص) مې غرمه مهال  په خوب کې  په خاورو ککړ او د وينې له يوه بوتل سره وليد،ومې ويل : ((يارسول الله ! موروپلامې درځار! څه شوي ؟))

 و يې ويل : (( دا د حسين او د هغه د يارانو و ينه ده،چې له نن  ګهځيه مې يومخې راټوله کړه!))

 عمار وايي : دا ورځ مو وليکله او وروسته مو وموندله ،چې حسين (ع) پر هماغه ورځ وژل شوى و .[636]

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونوکې د (علي بن زيد بن جدعان )) له خولې وايي : ابن عباس  له خوبه راويښ شو او و يې ويل : (( انا لله وانااليه راجعون : پر خداى قسم  حسين ووژل شو! ورته وويل شوو: په  څه دليل ؟

 ويې ويل : ((رسول الله مې په خوب کې له يو بوتل وينې سره وليد،چې ويې ويل:(( پوهېږې ،چې امت مې تر ما وروسته څه وکړل؟ حسين يې وواژه ! ))

 دا ورځ او ساعت مو ثبت کړه او دا چې څلرويشت ورځې  وروسته  مدينې ته د حسين د وژني خبر راغى  : بيا نو څرګنده شوه ،چې امام پر هماغه ورځ او هماغه ساعت  شهيد شوى و . [637]

ح- درېيم  عزادار

 طبري او نور د ((عمر وبن عکرمه )) له خولې وايي : د هغې ورځې پر ګهيځ ،چې حسين وژل شوى و،په مدينه کې راټول شوي وو،چې ناڅاپه يوه موالي مو ويل : (( تېره شپه مې د يو منادي غږ واورېد،چې ويې ويل : د حسين بې عقلو وژوونکيو! د عذاب او سزا زېرى درباندې ،چې ګرد سره اسمانوال ورباندې لعنت وايي او ټول پېغمبران ،پرښتې او خلک. هو، تاسې د ابن داود ، موسى  او د انجيل  د حامل په خوله لعنت شوي ياست ! [638]

له ((ام سلمه)) او نورو په رواياتو کې راغلي ،چې دوى له ((پېريانو )) دا ويربولنه او عزاداري واورېده.[639]

د امام حسين (ع) تر شهادت وروسته پېښې

د حسين (ع) دوه اويا تنه ياران شهيدان شوو او پر دويمه ورځ د بني اسد د ټبر د غاضريه خلکو حسين او ياران يې ښخ کړل . د عمر سعد له لښکره هم اته اتيا تنه وژل شوي او يو شمېر ټپيان شوو ،چې عمرسعد پر خپلو وژل شويو د جنازې لمونځ وکړ او ښخ يې کړل .

طبري وايي : چې حسين ووژل شو،ابن سعد  یې بې درنګ سر د ((خولي بن زيد)) او ((حميد بن مسلم )) له لارې عبدالله بن زياد ته ولېږه . ((خولي)) د حسين (ع) له سر سره راغى او حکومتي ماڼۍ ته ور روان و؛خو ور يې بند و ؛نو کور ته راغى او هغه يې تر يوې تغارې لاندې کېښود او پخپله پرکټ پرېووت. مېرمن يې ((نوار)) وايي :((ومې پوښت : څه خبره ده؟ څه دې راوړل؟ ويې ويل : د زمانې له زېرمې سره راغلى يم ! دا د حسين سر دى ، چې ستاپه کورکې دى! وايي : ومې ويل : افسوس درباندې! خلک له سروسپينو سره راغلل او ته د رسول الله (ص) د زوى له سر سره ! نه،پر خداى قسم،تردې وروسته به درسره څه نه ملم،له بسترې يې راپاڅېدم او انګړ ته ولاړم . بله مېرمن يې راوغوښته او بسترې ته يې بوتله.زه هم کېناستم او د سر پر کتو بوخته شوم . پر خداى قسم ليدل مې ،چې له اسمانه پر تغاره نېغه رڼا لګي او شاوخوا سپين مارغه ترې پرې وهي !))

 راوي وايي : چې ګهيځ شو؛خولي د ((حسين)) سر ((عبيدالله بن زياد )) ته بوت او عمر سعد هم په ورپسې ورځ له خپل لښکر سره ښځې ،لوڼې ، ګوچنيان او ناروغ علي  بن الحسين کوفې ته راوستل .[640]

 او هم  د((قرة بن قيس تميمي )) له خولې وايي : (( هغه مهال يې ،چې ښځې او کوچنيان د حسين او د هغه د يارانو له تنو يې تېرول په خپلو سترګو مې ليدل ،چې يې څنګه وهلې او خپل مخونه يې وهل … او د فاطمې د لور زينب دا خبره به مې کله هم هېره نشي ،چې د خپل ورور حسين پر ځمکه  لوېدلې  تنه يې وليده،چغه يې کړه : ((يامحمداه يا محمداه ! د اسمان  پرښتې درباندې درود وايي . دا ((ستا)) حسين دى،چې لغړ، په وينو لړلى او وران دانګ پروت دى! يا محمداه! دا ستا لوڼې دي ،چې په اسارت بوتلل کېږي!دا ستا لمسي دي ،چې ټول وژل شوي او دوړي پرې کېني!))

 وايي : پر خداى قسم دوست او دښمن يې وژړول )).

او هم،د عمر سعد په امر يې د نورو ((دوه اويا تنو )) شهيدانو سرونه  له تنو جلا کړل او شمربن ذى الجوشن ، قيس بن اشعث ، عمروبن حجاج او عزرة بن قيس  ته يې وسپارل ،چې ((عبيدا لله بن زياد )) ته يې يوسي . [641]

 

پر وژوونکيو د شهيدانو سرونه ويشل کېږي 

طبري د ابي مخنف له خولې وايي :  چې کله حسين بن علي ( ع) ووژل شو، د اهل البيتو او د هغوى د لارويانو سرونه يې ((عبيد الله بن زياد )) ته راوستل، د (( قيس  بن اشعث)) په مشرۍ د ((کندې )) ټبر، ديارلس سرونه، د ((شمربن ذى الجوشن )) په مشرۍ د ((هوازن)) ټبر، شل سرونه ، د ((تميم )) ټبر اوه لس سرونه ، د (((بني اسد )) ټبر شپږ سرونه ، د ((مذحج )) ټبر، اوه سرونه او نور له اوو سرونو سره ،چې ټول اويا سرونه کېږي ابن زياد ته راغلل .

د حسين قاتل ((سنان بن انس نخعي)) و او سر يې کوفې ته ((خولي بن يزيد)) راوست .

د عباس بن علي وژونکى ((زيد بن رقاد)) او ((حکيم بن طفيل )) و.جعفر بن علي بن ابى طالب،عبدالله بن علي او عثمان بن علي، د عباس  سکه وروڼه او محمد بن علي بن ابى طالب او ابوبکر بن علي هم ، پر هغه ورځ شهيدان شوو.

 علي بن حسين  بن علي (ع) [ ( په علي اکبر مشهور) ،چې  مور يې ((ليلى)) د ((ابى مرة)) لور وه او له مورني اړخه د ابوسفيان لور ((مېمونې )) ته رسېده ] (( مرة بن منقذ )) شهيد کړ.

عبدالله بن حسين بن علي د ((امرءى القيس )) د لور((رباب)) زوى و،چې ((هاني بن ثبيت)) شهيد کړ.علي بن حسين بن علي ( امام سجاد عليه السلام) کوچنى وګڼل شو او و نه وژل شو .[642]

ابوبکر بن حسن بن علي بن ابى طالب ، ((عبدالله بن عقبه)) شهيد کړ او عبدالله بن حسين بن علي ، ((حرملة بن کامل )) په غشي و ايشت .

قاسم بن حسن بن علي ،((سعدبن عمرو)) شهيد کړ او عون بن عبدالله بن جعفر بن ابى طالب ، ((عبدالله بن قطبه)) او محمد بن عبدالله، اسد بن جعفر بن ابى طالب ،((عامربن نهشل )) شهيدان کړل .

جعفر بن عقيل بن ابى طالب ،((بشربن حوط همداني )) شهيد کړ او عبدالرحمان بن عقيل بن ابى طالب،((عمر وبن صبيح)) شهيد کړ.

مسلم بن عقيل بن ابى طالب،په کوفه کې شهيد شو او عبدالله بن مسلم بن عقيل،((عمرو بن صبيح)) يا ((اسيد بن مالک)) شهيد کړ او محمد بن ابى سعيد بن عقيل،(( لقيط بن ياسر جهني)) شهيد کړ.

عمرو بن حسن بن علي هم ماشوم وګڼل شو او و نه وژل شو .[643]

د غزل بابا وايي :

ګرد و د هېبت غوندې چې جمع و د نمر په مخ
څه يخه خندا وه چې ښكاره وه د سحر په مخ
راغلو زيړ زبېخلى سحر رنګ د مازيګر په مخ
 شنه د غم لوخړه پنډه شوې د منظر په مخ
غونډه په دې وخت کې د تيرې د بلا سڼنې شوه
نمر په راختو شو پورته ښكته ښكاره رڼې شوه
راغلې تماشو ته اخته وې تماشې په غم
يا د زمانې لړم لړلې وې لشې په غم
تتې له غباره وې صفا د زړه شيشې په غم
لړ زندې ښكاره شوې چې سورې وې پلوشې په غم
راغلې زيړې زيړې  رپېدونكې لړزيدونكې وې
تا به داسې وې چې جوړ د نمر نه غورزيدونكې وې
نمر د نيمايه اسمان نه ښكته ځې تكل كوي
ژرنده د وختونو ده روانه كار د دل كوي
مزكې ته په ښكته په هېبت كاته اجل كوي
ډېرې فرښتې د مرګ  په وړاندې ترېنه زغل كوي

 د غزل بابا وايي :

شهادت د حسنينو كوي دا اشارتونه
پکې  پټ دي د نبي د شهادت حقيقتونه
شهادت د خپل نمسي يې د نيكه او ګڼه عين
دى حديث حسين منى وانا من الحسين
سپور په اس د تصور شه چى دى بوځم كربلا ته
دى راغلي دجفا لښكرى زوى د مرتضى ته
نمر د تندر پرده وكړه هيڅ نظر نه كړي دنياته
چى تيرو هم دجنګريز حوصله كړي ده رڼا ته
څه خيمي دي د ساداتو د رضا پکې جپيا ده
څه خيمي ديزيد يانو د ستم پکې غوغا ده
دا حسين دى چىتسليم يې اس نيولي له جلبه
د ژوندون نبضونه تيزدي په امكان راغلي تبه
خو له وركه له هيبته ، ده ګرمى راو يستي ژبه
چى جلوي در سالت پرى قربانيږي له يثربه
د هر څيز د قربانى نه پس په خپله راوتلى
د حجت اتمام په هغو كاندي چا چى دى بللى
چى صورت دامن صلحي په امكان کې پاتى نه شو
چى هيڅ شك يې د جګړى په طوفان کې پاتى نه شو
چه يودوست يې ګير چاپيره په چشمان کې پاتى نه شو
كه يو حر و هغه هم په دى جهان کې پاتى نه شو
ده به پيش ورته قرآن كړو هغو توري بريښولي
چا به غشي ګرتول او چا نيزى به نيغولي
 

د غزل بابا وايي :

يو خوا بل خوا د بيبيانو اسويلي وو
څه سلګۍ د ماشومانو څه زبيرګي وو
څه له اوره پاتې نه شوې په خېمو کې
د چا كوښي پاتې نه شوې په پښو کې
څه پړوني يې ټومبلي په نېزو کې
څه اوچت د كربلا په بړبوكو کې
بې حجابه خاندان د محمد شو
د جفا او د ستم د ظلم حد شو
 

 د غزل بابا وايي :

خوله دې چې مستفيد شي يو معيار دى
كه پوهېږې درته وايم ايثار دى
كه نيكه په انبيا و کې بهتر و
نو نمسى په امامانو کې سرور و
كه نيكه د نبوت د اسمان نمر و
نو نمسى په قربانۍ کې روڼ قمر و
كه نيكه په رسالت کې لا ثاني و
نو نمسى په فربانۍ کې لا فاني و
                                                                  *******
شان د خلافت او د عصمت او د عفت لري
ځكه خو دستار په سر د شاه رسالت لري
روح هغه څلور دي خو پنځم يې دا بدن ګڼه
بس خو سر تر پايه يو پېكر يې د پنجتن ګڼه
اس يې مطىن په لار ځي په جست و خېزنه دى
پوهه د خپل سور په زړه چې نېت يې د جنګرېز نه دى
امن په دنيا کې مدعا لري چې تيز نه دى
زوى د محمد اخر زمان دى څه چنګېز نه دى
امن امن صلح صلح غږ د اس قدم قدم
غږ د حق اوهو اوهو اوهو او حق چې اخلي دم
سترګو د دښمن په حيرانۍ ورته نظر اوكه
زړونو پرېشانو پْه درزا ترېنه خطر اوكه
راغى مخامخ مېدان ته غږ زوى د حيدر اوكه
راغله خاموشي شوه پورته ښكته شور سفر اوكه
  حسين د ژوند چينه د كل انسان دپاره دى
نعره د رسالت په كور نسيم كړه د اجل
نه دا چې بوي فقط د ګلستان دپاره دى
مېدان د كربلا نه تر مېدانه د محشر
اولاد د مرتضى خو د مېدان دپاره دى
باران د اوښكو وكړه كه پرې زړه جمع كوې
حاجت د جمعيت د پرېشان دپاره دى
يوه اوښكه لرم، شي دې په مزكه ولې توى
دا ستورى مقدس خو د اسمان دپاره دى
هر كال د قربانۍ نه نوى كيږي د مسلم
مثال د حسين ژوند د مسلمان دپاره دى
ارمان د شهادت وګڼه پلار د هر ارمان
زړګى چې پيدا شوى د ارمان دپاره دى
اكمال د نبوت وي نابينا بې شهادت
وركوټى كسى ژوند د هر چشمان دپاره دى
مسلم د حسين ژوند كه كړي مشعل د خپل عمل
په خداى چې كل جهان د مسلمان دپاره دى
دليل دغه قرآن دى په اولاد د محمد
اولاد د محمد هم، د قرآن دپاره دى
ايثار به د هغوى كړمه يو روح د افسانې
حمزه نوم د حسين يې د عنوان دپاره دى
نبي كه محمد د كل جهان دپاره دى       
د شفق سرخي د وينو دى نشان د حسين
نن معلوميږي رزمخداىخداىګاه هر بيابان د حسين
باد د سبا ځي په دو دو نن د يثرب په طرف
غم د اصغر چې كړې د زلفانې پرېشان د حسين
نخښه دجوش او اشتياق د شهادت ده كه وي
نه منافي دي د رضا چشمې ګريان د حسين
ولې به نه وي په هيبت عرش او كرسي او قلم
چې دي نهر د دريو ورځو ماشومان د حسين
سخته ګرمي محاصره، لوږه، او تنده اله
زين العباد اكبر اصغر او قاسم جان د حسين
چرته زېنب چې نمر سپوږمې يې كړه پرده له مخه
چرته كربل ډك له بلا او خاندان د حسين
د قاسم ناوې له يې جوړ څه په شانه كړو وربل
ګويا چې خور يې په خزان كړو ګلستان د حسين
چرته خنجر د شمر چرته بوسه ګاه د نبي
چرته خزران، چرته ښائسته در دندان د حسين
د آسمان سترګو به دا هم ليدلي نه وو حمزه
په كربلا چې شو ښكاره ورته جولان د حسين
                                                          ******

د نبوي نمر ، رڼا امامه
تياره دې لرې كړه له اسلامه
پيړۍ شوې تيرې لابه تېريږي
قصه د غم به دې نه شي تمامه
مياشت فروري سن يو څلوېښتم وه
زمان څپري کې زما قدم وو
زمونږ ټهېكه وه مور چې بنا وې
تاريخ مې ياد شو چې ديارلسم وو
ترې بې خبره مه شې اى زوىه
دهېندارې نه د زړه يې زدويه
چې پرې لوګي وي د ګناهونو
نيكي كوه ورپسې اى زما پويه
نه يم غلط حرف چې ياد شوم هېر شوم
نه مشتبه يم چې خلاص شوم ګير شوم
زړه مې درياب دى د حكمتونو
نه چې سېلاب يم ، راغلم او تېر شوم
په خوند کې شېر يم په معنى شېر يم
ازاد له هر څه، خو يار ته ګېر يم
ابتدايې ىم ، انتهايې يم
په هر يو رنګ يم ، زبر او زېريم
چې مې په تا شوه ، د خاطر مينه
مينه شوه ورانه ، د تن سنګينه
جبين مې ايښى د نياز تا ته
چې بهره مومم ستا له جبينه
ستا په دولت خو زه پړده نه يم
ستا له امداده په پړده نه يم
زه د خپل رب يم د تا په شانې
د بندګانو پرور ده نه سم
ما وې د زړه كور، دې بى زمانه وو
ودان په ما وو او خپور زما نه وو
چې زه ترې ولاړم هغسې كور دى
نه كور زما نه وو، نه شور زمانه وو
چې ماته ګورې و چاته ګورې
و چاته ګورې ، چى ماته ګورې
ته ماته ګورې، زه تاته ګورم
 تاته ګورم، ته ماته ګورې
پرېشاني راوړي، خندا په ګل کې
نغمه ښحي راوړي غم په بلبل کې
كه پرېشاني ده كه غم، ژوندون دى
د شانې ګورې غاښ په كاكل کې
جرمنه ولاړه ، حمله دې ولاړه
طاقت دې ولاړ شو ، مزه دې ولاړه
اوس به باران وي په تا د غم
قوت دې مات شو، شېبه دې ولاړ ه

 د غزل بابا وايي :

ورسره چې هغه پاتې دوه اويا وو
خيال اونه كړې د امداد او د وغا وو
خو مثبت د قربانۍ د مدعا وو
لنډه داده چې د كل سره اجزا وو
كه لازمه بې كسي يې وه جمال ته
نو قتال يې هم پكار و څه جلال ته
ميړني پېغمبري زلمي اتلس
ننګيالي و هاشمي زلمي اتلس
كربلا کې كوثري زلمي اتلس
له اسلامه قرباني زلمي اتلس
په محشر کې به اتلس زره قامه
وايه څوك به يې شي  سيال له خاص و عامه
                                                                                        ******
اى فلكه! نه ماتيږي ولې ستا د انصاف تله
 د پرې وونو جرګه ژاړي غريو نيولى كهكشان دى
 په خولو د مظلومانو هم خړوبه نه شوه تنده
 د كوثر په خاوندانو څنګه نوى امتحان دى
 د اسلام د تكميل نخښه شوه ښكاره په كربلا کې
 دا ايثار چې د حسين و د اسلام  د شان نښان دى
 زه حېران يم ورته څنګه د امام قتل اسان و
 چې هر يو ته وه معلومه چې دا ځوان په نبي ګران دى
 يو تصوير د قربانۍ دى شهادت د حسنينو
 كه هرڅو ښكاري خاموشه چې راوايې خلې ګويان دى
 حمزه مينه د امام دې كور ښه كړه كه پوهېږې
 هم په دغې مېلمنه دې ويران كور د زړه ودان دى

خوشال بابا وايي :

پر يزيد باندى لعنت شه او په اعوان يې

چـې په تيـــغ يې د نبى لمسى مظلوم دى

ارواښاد ګل پاچا الفت وايي :

پر يزيد باندى وريږى تر قيامتـــــه نفرتونه

د حسين په غم كې ژاړي جهانونه عالمونه

د غزل بابا وايي :

اوښكې كډې باروي طوفان د غم شو
شو تازه د زړه زخمونه محرم شو
يو په دوه مې په دې غم د زړګي دم شو
لاسوا مې له دې دمه د زړه غم شو
نن به نه ګڼې دا غم چې پرونى دى
ګويا هر پروسكال يې سګنى دى
زما ضبط او اسويلي مشت اوګرېوان دي
وس ترې درومي كه زبېرګې مې په زړه ګران دي
د زړه څاڅكي د سلګو سره لړزان دي
سترګې دوى ته هغه سترګو ته چشمان دي
ابتدا د غم كومه نوى كال دى
په اول چې زړه خفه شي  بيا خوشحال دى
څوك چې ډېر د امام غم كا ډېر خوشحال شي
دايمان شجر په دې اوښكو نهال شي
د سرور لباس ګنډلى په ملال شي
نقصانونه پېوندونه د كمال شي
اوښكې چرته د ميېن د زړه په تل کې
مينه نه پرېږدي تراوه په خپل محل کې
لوى زنځير درسالت وته نظر كړه
سلسلې د هدايت وته نظر كړه
ولايت او امامت وته نظر كړه
د شروع نه نهايت وته نظر كړه
انبياخداىء خو هميشه د تخم كر كا
امامان يې بيا په وينو او به خور كا
مكمل چې هدايت لره معيار شو
د عاقل فطرت نه خوب ولاړو بېدار شو
دانسان د ارتقاخداىء سرك تيار شو
د ملك نه د خاكي مخکې رفتار شو
وروستو پاتې د صفاتو رنګينۍ شوې
چې حاصل د ذات د وصل شيرينۍ شوې
چې اسلام؛ له محمده مكمل شو
خود پخپله په نبيانو کې افضل شو
اخر کې و، راغلى خو اول شو
اولين او اخرين چې راز و، حل شو

د غزل بابا وايي :

هغه توره چى په بريښ کې رفتار و داجل
هغه توره چى په شرنګ کې يې ګفتار و داجل
وړ نيټه وه داجل د امام لاس کې ښكاريده
په يو وخت کې هر يو كس ته اوږ ديده او لنډيده
اوچيده او څڅخداىخداىيده او كږيده او ستيده
بريښيده او ځلېده او قهريده او موسيده
نه په خود او نه په زغره نه په ډهال حصاريده
نه په زور د زور اور نه په سوال حصاريده
                                                                    *******

د شفق سرخي د وينو دى نشان د حسين
نن معلوميږي رزمخداىخداىګاه هر بيابان د حسين
باد د سبا ځي په دو دو نن د يثرب په طرف
غم د اصغر چې كړې د زلفانې پرېشان د حسين
نخښه دجوش او اشتياق د شهادت ده كه وي
نه منافي دي د رضا چشمې ګريان د حسين
ولې به نه وي په هيبت عرش او كرسي او قلم
چې دي نهر د دريو ورځو ماشومان د حسين
سخته ګرمي محاصره، لوږه، او تنده اله
زين العباد اكبر اصغر او قاسم جان د حسين
چرته زېنب چې نمر سپوږمې يې كړه پرده له مخه
چرته كربل ډك له بلا او خاندان د حسين
د قاسم ناوې له يې جوړ څه په شانه كړو وربل
ګويا چې خور يې په خزان كړو ګلستان د حسين
چرته خنجر د شمر چرته بوسه ګاه د نبي
چرته خزران، چرته ښائسته در دندان د حسين

د آسمان سترګو به دا هم ليدلي نه وو حمزه
په كربلا چې شو ښكاره ورته جولان د حسين
                                                                      ******

وركه بلا د خوار امت كړله بلا د حسين
ځكه د هر مسلمان زړه دى جلوه ګاه د حسين
د تن ويښته د حال په ژبه كړي ثنا د حسين
سخ د هغو سر کې د چا چې وي سودا د حسين
جوړ شو قاصد يثرب ته ځي باد د سبا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
په ملكوت کې ځاى پځاى دا هسې شور دى ولې
ستم ايجاد فلك د غمه نه نسكور دى ولې
د فرښتو په سر د غم ابر راخور دى ولې
چا كړو ستم مخ د افق داسې تك تور دى ولې
زلفې خورې دې مضطرب ولې بابا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
د مظلومۍ وايې نوحه وس كربلا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا دحسين
راغله دمشق ته قافله چې بنديوان دي همه
پټ په وريځ کې د بلا د برق پشان دي همه
څه سرتور سرې كنډې رنډې يتيمان دي همه
خبر يې دا د محمد د خاندان دي همه
مير د كاروان بسته په اوښ زين العباد حسين
شفق په وينو كړي ژا په ابتلا د حسين

دعاشورا تاريخ په لنډه توګه ويل كېداى نشي؛ ځكه د كربلا پېښه دوه څېرې لري. يوه يې تكه توره او بله يې سپينه او رڼه.

 كربلا دوه مخې سكه ده، چې يو مخ يې تك تور او د بشري روح بې نهايته ځوړتيا، پستي او انحطاط راښيي او بل مخ يې زښت ډېر سپين او ځلاند دى، چې د انساني روح بشپړتيا راښيي، چې انسان تركومه ځايه الوتلاى شي.

د غزل بابا وايي :

هغه حسن چې په ذات د كبريا کې ځلېده
هغه نمر چې په افق د منشاخداىء کې ځلېده
هغه نور چې د هستۍ په ابتدا کې ځلېده
دعدم وجود په لا او په الا کې ځلېده
جوړه ديد لره خالق ئې ايېنه كړه د هستۍ
بيا په خپل حسن سينه يې ګنجينه كړه د هستۍ
دغه حسن و نبي چې ئې كامل انسانيت كړ
په دربار د سړي توب کې ئې سرخم ملكيت كړ
په اخلاقو د خالق ئې چې د خلقو تربيت كړ
د الحادو كفر شرك ئې له دنيا لرى لعنت كړ
په هموو لويو  لويو مرتبوئې دې نمانځلى
بس خو يو له خدايه پسته دې په ټولو کې ښاغلى
ميېن توب و او كه مينه وه كه رازو كه نيازو

د رسول  الله (ص) حرم کوفې ته بوځي

 د ابن اعثم په فتوح ، د خوارزمي په مقتل  او نورو کتابونو کې وايي : ((يزيديانو د رسول الله (ص) حرم د بنديانو او اسيرانو په څېر کوفې ته ورسول.خلک يې نندارې ته راوتل ، ژړل يې او چغې يې وهلې ،علي بن الحسين (چې ناروغۍ کمزورى کړى و او په پښو کې يې زولنۍ وې) وويل: ((هن! دوى زموږ په پار ژاړي او چغې وهي! نو موږ  چا وژلي يو؟!))

په دې وخت کې يوې کوفۍ ښځې له لوړ ځايه غږ کړ : (( تاسې  له کومو بنديانو ځنې ياست؟))

  ورته وويل  شوو : (( موږ د آل محمد بنديان يو! ))

 ښځه په بيړه راکوزه شوه او د اغوستن،جامو ، (او پڼونو ) په راټولو شوه او ور يې کړل [644]

د حضرت زينب عليه السلام وينا

بشير بن حذيم اسدي وايي : پر هغه ورځ مې زينب د علي لور وليده ،چې خبرې کوي اوپه رښتيا په ښځوکې مې ترې ښه وينا واله ونه ليده؛ ته وا د علي بن ابى طالب له خولې خبرې کوي. خلکوته يې اشاره وکړه ،چې چوپ شئ! خلک چوپ شوو او ويې ويل : ستاينه يوازې خداى ته ده ،د خداى درود دې وي پر محمد رسول الله ( ص)  پر سپېڅلي آل يې او پر آل  الله! امابعد ؛کوفيانو! اى دوکه مارو ژمن ماتو چليانو! ژاړئ ؟! دا اوښکې مو بندې مه شه او چغې مو کېمنه ((او بېلګه مو  دهغې ښځې په څېر ده،چې  خپل ټينګ ورېشلي تارونه بېرته اومړي [645]))  د خپلو ژمنو له ټګۍ کار اخلئ !ايا په تاسې کې بې له لاپو کوونکيو، چليانواو ځان ستايو بل څوک موندل کېږي؟ د وينځې په څېر غوړه مالي کوئ او د دشمن په څېرسترګکونه وهئ ، يا د ډېران ګل ياست يا ځانښوونه کوئ ! باخبر،چې ځان ته مو ناوړه توښه زېرمه کړې، د خداى قهر او غوسه مو وپېرله او په عذاب کې يې تلپاتې شوئ ! ايا ژاړئ اوچغې وهئ؟! هو، پر خداى قسم ډېر وژاړئ او ډېر لږ وخاندئ ،چې داسې ننګ و عار مو خپل کړى،چې هيڅ څيز يې پاکولاى نشي.هو، څنګه له خپلې لمنې  د جنتي ځوان د ښاغلي او د نېکچاريو د پناه دوژنې ننګ لرې کولاى شئ ؟! اوه ، څه ناوړه پېټى مو پر اوږو کړى . مرګ پر تاسې،چې خوشې خواري کوئ،لاسونه مو پرې او بوختيا مو زيانمنه شوه او د خداى غوسه مو خپله کړه او ذلت اوخوارۍ درته همواره شوه . کوفيانو خوار شئ ! اياپوهېږئ ،چې د رسول الله کوم ځيګر مو څيرې کړ؟ او څه وينه مو تويه کړه ؟ او څه سترمني مو بې ستره کړې؟ اوکوم حريم مومات کړ؟ او د کوم حرمت سپکاوى مو وکړ؟ ((په رښتيا ،چې ناوړه چار مو وکړ؛لکه چې نژدې دى ،چې له امله يې اسمانونه وچوي او ځمکه څيرې شي او غرونه په سختۍ راوغورځي![646] ))

 چې  څه مو وکړل د ځمکې او اسمان د پراخۍ هومره ويجاړوونکي؛باورنه کېدونکي ، ناوړه او يو احمق چار و! د اسمان د وينې له ورېدو مو تعجب وکړ؟ په يقين ،چې تردې د آخرت عذاب خوراسخت دى او مرسته په درسره ونشي ؛نو کوم مهلت ،چې درکړاى شوى ،زړه پرې مه خوشحالوئ ،چې د عزوجل خداى له  نګولو ژغورل کېداى نشئ  او نه ډارېږئ، هغه په ځنډ له کسات اخستو څه ډار نه لري . (هو) داسې نه ده، چې انګېرلې مو ده ؛بلکې پالونکى مو درته په څارنځي کې دى !))

بشير وايي :پر خداى قسم ، خلک مې پر هغه  ورځ حيران او سرګردان وليدل؛لکه چې ته وا، مست او بې موخه وو. ژړل يې او په خپګان کې وو. چغې يې وهلې او تاسف يې کاوه او پر خولو يې لاسونه ايښي وو .

يو کوفي بوډامې تر څنګ ژړل ،چې ږ يره يې په او ښکو لمده وه او ويل يې: (( موروپلارمې درځار! رښتيا دې مشران مو  غوره مشران،ځوانان  مو غوره ځوانان او ښځې مو غوره نېکچارې او ځوځات مو خورا غوره ځوځات دى ، چې نه خوارېږي اونه مغلو بېږي[647]))

د امام حسين (ع) د لور فاطمې وينا

په مثير الاحزان او لهوف کې وايي: کوچنۍ فاطمې په خبرو لګيا شوه او ويې ويل : (( ستاينه د خداى وړ ده .د شګو اوکاڼو په شمېر او د عرش  او فرش د دروند والي هوموه يې ستايم ،ايمان پرې راوړم او توکل پرې کوم او ګواهي ورکوم،چې يوازې الله  د نمانځنې وړ دى او محمد يې بنده او استازى دى،چې لمسي يې د فرات پر تړانګه ذبح او حلال کړاى شول؛بې له دې ،چې د چا کسات ورترغاړې و! خدايه ، له دې پناه دروړم، چې دروغ درپورې وتړم يا د هغه څه پر خلاف خبره وکړم ،چې پر هغه دې نازل کړي دي . د هغو ژمنو په  باب خبره ،چې د هغه وصي علي بن ابى طالب نه دې اخستې وې . هماغه مخکېنى وژل شوى – چې د خپل زوى په څېر، پرونى وژل شوى – ووژل شو. د خداى په يوه کور کې ، د يو شمېر په خوله مسلمانانو په مخکې .پر هغوى دې مرګ وي ، چې پر ژوندونې او مړينې يې ترې دفاع ونه کړه . تر دې ، چې نېکنامى او نېک اندي دې د ځان پر لور وباله او ستا په لار کې د هيچا له ټپسورۍ ونه ډار شو.د دنيازاهد او ستا د لارې مجاهد ،چې پر خپله سمه سيده لار دې هدايت کړى و. اما بعد؛ کوفيانو ! ټګانو،دوکه مارانو او ځانښوونکيو! موږ داسې اهل بيت يو،چې خداى موږ په تاسې او تاسې پر موږ ازمېښت کړئ. زموږ ازمېښت يې ښه کړ  او خپله پوهه يې راکړه،چې د الهي علم ځاى وسو. په خپل عزت يې درانه او عزتمن کړو او په خپل نبي؛محمد (ص) يې پر ډېرى مخلوقاتو غوراوى راکړ . خو تاسې دروغجن  وګڼلو ، زموږ وژنه مو حلاله او  د شتمنيو لوټ مو روا وباله؛لکه چې ته وا، د ترک يا کابل والا يو.اوس نو مه خوشحالېږئ ،چې زموږ وينه مو تويه کړې او شتمني مو لوټ کړې ده ، چې الهي عذاب رانغاړلي ياست او سختي يې رارسېدلى ده او پر ظالمانو د خداى لعنت  دى . کوفيانو ، مرګ درباندې! رسول الله مو د کومې وينې پوروړى و اوکومه ديه مو ورپورې وه، چې د هغه له ورور علي بن ابيطالب ؛زما له نيکه او له ځوځات سره يې داسې وچلېدئ ،چې وياړمن مو پرې ووياړېده او ويې و يل : موږ علي اواولاد يې وواژه ،

 په هندي تورو او نېزو  او د ترک د بنديانوپه څېر يې ښځې مو بنديانې کړې او ښه مووځغلول ! [648]

پر خولومو خاورې !د هغه قوم په وژنه وياړئ ،چې خداى په خپل کتاب کې سپېڅلي کړي او هر ډول چټلي يې ترې لرې کړې ؟! د خپل پلار په څېر دې چنبک وواهه او هر څوک خپلو لاس ته راوړونو ته ور رسي، چې خداى څه راکړي ؛نوکينه راسره کوئ ؟  ((دا د خداى لورنه ده ،چې چا ته يې وغواړي ورکوي يې  او ، چې چا ته خداى خپله رڼا ورکړې نه ده ،رڼا به ونه لري [649]))

 ناڅاپه ټول په ژړا شوو او يې ويل : د پاکانو زوکړې بس دى ! زموږ په زړونو کې دې اورونه رابل کړل او ژبغړاندې دې کړل )) او هغه هم چوپه شوه .

 

د ام کلثوم وينا

راوي وايي: ام كلثوم (د امام حسين خور) په ژړغوني ستوني وويل: كوفيانو! حال مو ناوړه وسه! څه مو وكړل؟! له حسين سره مو خيانت وكړ، هغه مو يوازې پرېښود، و مو واژه، شتمني يې لوټ شوه او ښځې يې بنديوانې شوې، مرګ  او نابودي مو په برخه شه. پوهېږئ، چې څه بلا مو پر ځان راوړه او څومره ستره ګناه موكړې، كومه وينه مو تويه كړه او كوم ستر چارمو وكړ او كومه شتمني مو لوټ كړه؟ تاسې تر رسول اكرمه وروسته غوره وګړي ووژل؛ خو بيا هم د خداى ګوند بريالى دى او د شيطان ګوند ماته خوري او بيا يې اشعار وويل،:

قتلتم اخى صبرا فويل لامکم

ستجزون نارا حرما حرها يتوقد

سفکتم دماء حرم الله سفکها

 وحرمها القرآن ثم محمد

الا فابشروا بالنار انکم غدا

 لفى سقر حقا يقينا تخلدوا

و انى لابکى فى حياتى على اخى

على خير من بعد النبى سيولد

بدمع غزير مستهل مکفکف

على الخد منى ذابيا ليس بجمد

 “زما مظلوم ورور مو ډېر ناوړه وواژه، پر تاسې دې افسوس وي ، ډېر ژر به درنه سوځونكى اور چاپيره شي، داسې وينې مو تويې كړې، چې خداى يې وژل حرام كړي وو، قرآن او پېغمبر يې درناوى كړى؛نو تاسې ته د ابدي جهنم زېرى دركوم،زه هم ترڅو چې ژوندۍ يم،د ورور پر وير به ژاړم، پر هغه غوره انسان، چې تر رسول اكرم وروسته زيږېدلى، تل به مې اوښكې پر مخ روانې وي او وچې به نشي” بيا خلكو په كوكو او نارو سرو پيل وكړ”.[650]

آل البيت په دار الاماره کې

[ پرتا افسوس ! خپلو شاو خوا ناستو ته يې وويل ! وګورئ ،چې د ځوانۍ منګ ته رسېدلى که نه؟ پر خداى قسم يو نارينه راته ښکاري ! [651]

راوي وايي :مرى بن معاذ وپلټه  اوويې ويل: هو، بالغ شوى دى. ابن زياد وويل : ويې  وژنئ ! ]

ابو مخنف وايي : بيا عبيدالله  بن زياد امروکړ،چې د حسين سرپه نېزه کړئ او د کوفې په کوڅو کې يې وګرځوئ .

 

مدينه د امام (ع) له شهادته خبرېږي

طبري د ((عوانة بن حکم ))له خولې وايي : چې کله عبيدالله بن زياد حسين بن علي وواژه او سر يې ورته راوست (( عبدالملک  بن ابى حارث )) يې راوغوښت او ورته يې وويل : مدينې ته ورشه او ((عمروبن سعيدب ن عاص ته  د حسين  دوژنې زېرى ورکړه! ده پلمه وکړه ؛خو ابن زياد يې پلمه ونه منله او ويې راټه او ويې ويل : ((چټک ځه، چې مدينې ته ورسې ،هسې نه ،چې داخبر مخکې درنه ورسي !)) بيا يې يو څه دينار او سره ورکړل او ورته يې وويل : (( پلمه مه کوه ! که سپرلۍ دې په لارکې پاتې شوه ،بله  سپرلۍ ونيسه ! ))

 عبدالملک وايي : مدينې ته ورغلم،يو قريشي وليدم ،ويې پوښتل: څه خبره ده؟ ومې ويل : خبر خو د مدينې له امير سره دى !

 او هغه وويل : (( انالله  وانااليه راجعون )) حسين بن علي ووژل شو ! ))

بيا عمروبن سعيد ته ورغلم،راته يې وويل : له کوفې څه خبر دى ؟

 ومې ويل :هغه خبر،چې  امير پرې خوشحالېږي،حسين بن علي ووژل شو!

 ويې ويل : وژنه يې چا وکړه ! همدغسې مې وکړل ، او پر خداى قسم  پر حسين مې د بني هاشمو د وير په څېر ونه ليد ! او عمروبن سعد ،چې دا وير واورېد، ويې ويل :دا  د عثمان بن عفان په بدل کې وير دى! بيا يې خلک پر منبر د حسين له وژل  کېدو خبر کړل .

په اغاني کې وايي : چې حسين له مدينې ووت،عمروبن سعيد خپل امنيه قومندان ته امر  وکړ، چې د بني هاشمو کورونه ويجاړ کړي او همدغسې وشول اوپرېمانه زيانونه ورورسېدل .[652]

طبري وايي : چې کله ((عبدالله بن جعفر)) له حسين سره د دوو زامنو له وژنې خبر شو،ځينې مواليان او يو شمېر خلک  تسليت ته ورغلل او يو مريي يې ( په احتمال ابوسلاس ) وويل : (( د حسين له لاسه په دې کړاو اخته شو! )) عبدالله د څپلۍ ګوذار پرې وکړ او ويې ويل :((د چټل زويه ! حسين ته داسې وايې؟ پر خداى قسم که ترڅنګ يې واى، ترمرګه ترې نه بېلېدم  پر خداى قسم،له زامنو مې پرې خوشحال يم او څه چې دا مصيبت راته خوندوروي دادي،چې دا زما له ورور او د تره له زوى حسين سره شهيدان شوو، که پخپله مې يې مرسته و نه کړاى شوه ، زامنو مې يې مرسته وکړه))

راوي وايي : چې مدينې ته د حسين د شهادت خبر راغى ،د عقيل بن ابى طالب لور له خپلې کورنۍ سره ، سرلوڅې او په پڼوني کې دباندې راووته اوويې ويل :

ما دا تقولون ان قال النبى لکم

ماذا فعلتم و انتم آخر الامم

بعترتى و باهلى بعد مفتقدى

منهم اسارى و منهم ضرجوابدم

 که پېغمبر درته ووايي : تاسې ،چې له وروستيو امتونو ځنې وئ ،تر ما وورسته مو زما له ځوځات او اهل بيتو سره څه وکړل،چې ځينې بنديان او ځينې يې په وينو لړلي دي ؟ څۀ ځواب ورکوئ ؟

 

خاورو ته د شهيدانو د تنو ورسپارل

مسعودي په اثبات الوصيه کې وايي : امام زين العابدين د محرم پر ديارلسمه د خپل پلار ښخولو ته کربلا ته ورغى .[653] شيخ مفيد په ارشاد کې وايي : چې کله عمر سعد له کربلا ووت ، يو شمېر د بني اسد ټبر،چې په غاضريه کې مېشت وو، وژنځي ته ورغلل او پر حسين او يارانو يې د جنازې لمونځ وکړ او حسين پر همدې حال کې، چې اوس يې قبر دى  ښخ کړ او علي بن الحسين يې پښو ته ښخ کړ او د اهل بيتو او د حسين ياران يې د حسين  پښو ته نژدې ورښخ کړل او عباس بن علي يې په هماغه ځاى کې ښخ کړ،چې وژل شوى و او اوس يې قبر هملته دى . [654]

 

يزيد د امام حسين له وژنې خبرېږي

طبري په خپل سند روايت کړى او وايي : چې کله حسين ووژل شو او بنديان يې کوفې ته عبيدالله بن زياد ته راوستل ؛نو په بند کې وو،چې په يوې تيږي پورې يو ليک تړل شوى و او په زندان کې راولوېده. په ليک کې کښل شوي وو:  (( ستاسې د هوډ په اړه ، پر پلانۍ ورځ يو استازى ، د يزيد بن معاويه پر لور ورخوځېدلى او څو ورځې کېږي ،چې پر لار دې اوپر پلانى ورځ راستنېږي؛نو که د تکبير غږ مو واورېد،پر خپلې وژنې يقين وکړئ او که تکبير مو وانه ورېد، ان شاء الله بچ ياست )) 

وايي : د استازي راستنيېدو  ته دوه يا درې ورځې پاتې وې،چې بيا يو تيږه له يوه ليک او يوه تيغ سره په زندان کې راولوېده،په ليک کې کښل شوي و : ((وصيت  وکړئ او چمتوشئ ،چې پر پلانۍ ورځ دراستول شوى استازي دررسي ! ))

استازى راغى او د تکبير غږونه واورېدل شو؛خو يو ليک راغى ،چې په کې ليکل  شوي وو: ((بنديان راولېږئ [655])).

د اهل البيتو بنديان خلافت ته بوځي

طبري وايي : (( ابن زياد حکم وکړ،چې د حسين ښځې اوکوچنيان دې چمتو شي او امر يې وکړ ،چې علي ابن الحسين دې زولانه کړي . بيايې له ((مخفر بن ثعلبه عائذي)) او((شمربن ذى الجوشن)) سره شام ته يزيد ته ولېږل او علي بن الحسين په لارکې له هيچاسره خبرې ونه کړې .

د ابن اعثم په فتوح کې راغلي دي : ابن زياد ((زحر بن قيس جعفي)) راوغوښت او د حسين بن علي – رضى الله عنها – او د وروڼو سرونه يې او د علي  بن الحسين سره يې او د اهل بيتو اولارو يانو (رضى الله  عنهم ) سرونه يې وروسپارل . بيا يې علي بن الحسين وغوښت او له خپلو خويندو، ترورګانو او نورو ښځوسره يې يزيد بن معاويه ته ولېږل .

وايي : دې ټولي د رسول الله (ص) حرم له کوفې تر شامه منزل په منزل او کلي په کلي په لغړو او ناهموارو سپرليو ( لکه د ترک او ديلم بنديان ،چې ځغلوي ) د يزيد دربار ته بوتلل!

 

 

 

 

 

 

 

 

 

خوشال بابا وایي :

    په يزيدباندې لعنت شه په اعوان يې

                  چې په تېغ يې دنبي لمسى مظلوم دى

                                               [656]

 

يزيد او يزيديان د آل البيت بنديانو ته

ښه راغلاست وايي

 زهري وايي :چې شام ته يې د شهيدانو سرونه راوستل، يزيد ،چې د جېرون پر لوړو په يوه منظره کې ناست و ، له ځان سره وويل :

لما بدت تلک الحمول و اشرقت

تلک الشموس على ربى جيرون

نعب العراب فقلت صح اولا تصح

فلقد قضيت من الغريم ديونى

 چې کله دا محموله راښکاره او وځلېده، د جېرون پر لوړ و هغه لمرونه کارغه کاغ کاغ وکړ او و مې ويل ! سم يا ناسم ، په هرحال،له پوروړي مې خپل پورواخست ! [657]

 

له شمره د ام کلثوم غوښتنه

په مثير الاحزان او لهوف کې وايي : چې  دمشق ته ورنژدې شوو، ام کلثوم شمر ته وويل  :يوه غوښتنه درنه لرم .

 شمروويل : څۀ غواړي ؟

ويې ويل : ښار ته ،چې مو ننباسې ؛نو په داسې وره مو ننباسه،چې ډېر پام راوانه وړي او امر وکړه ،چې سرونه له دې محملو دباندې او له موږ يې لرې کړي ،چې ( پرکوم حال يو) په زياتو ليدو يې خجالت کېږو!

 خو شمر يې په غبرګون کې : سرونه په محملو کې پر نېزو او د نندارچيانوترمخ يې تېر کړل ،چې د دمشق وره ته ورسېدل .

 

د شاميانو اختر

خوارزمي له ((سهل بن سعد)) روايتوي :((بيت المقدس)) ته ولاړم او په لار کې شام ته ورسېدم،داسې ښار،چې خپرې ورې ويالې او بې شمېره ونې پکې وې ،چې خلکو يې پردې او ورېښم راځوړند کړي وو او په خوشحالۍ يې يو بل ته مبارکي ويله او ښځو په نڅا ډهول او چمبه وهله! له ځان سره مې وويل : ښايې شاميان کوم اختر لري ،چې موږ ترې ناخبره يو ! په دې وخت کې مې يوه ډله وليده،چې په خپلوکې خبرې کوي : ورته مې وويل : تاسې په شام داسې اختر لرئ ،چې موږ ترې ناخبره يو ؟!

ويي ويل : مشره؛لکه چې مسافر يې ؟

و مې ويل :زه سهل بن سعد يم . رسول الله (ص) مې ليدلى او خبرې يې مې اورېدلي دي .

 ويې ويل : سهله ! حيران يې داچې له اسمانه ويني  نه اوري او ځمکه يې خپل اوسېدونکي نه راکاږي ؟!

ومې ويل : ولې ؟

ويې ويل :دا د رسول الله د زوى ؛حسين سر دى ،چې له عراقه شام ته راوستل کېږي او دا دى دلته رارسي! ومې ويل :واى! واى ! د حسين سر راوړل کېږي او دا خلک  خوشحالي کوي ؟! پر کوم يو وره راننووځي ؟ د ساعات په نوم يو وريې راوښود. زه ورغلم او ولاړوم ،چې ناڅاپه بيرغونه راښکاره شوو او يو سپور له يوې نېزې سره ،چې سر ورباندې و، راورسېد، سر،چې رسول الله (ص) ته خورا ورته و او ورپسې  په لغړو اوښانو ښځې سپرې وې !

 

د سکينې  غوښتنه

سهل بن سعد وايي : يوې ښځې ته ورنژدې شوم، و مې ويل : نجلۍ ، ته څوک يې ؟

 ويې ويل :سکينه د حسين لور !

ورته مې  وويل : څه غوښتنه خو نه لرې؟

زه سهل بن سعد يم ،چې ستا نيکه مې ليدلى او خبرې يې مې اورېدلي.

 ويې ويل :سعده !دا سر،چې له چاسره دى، ورته ووايه :سر دې تر موږ مخکې بوځي ،چې د خلکو ورته پام وي او موږ ته و نه ګوري،چې موږ د رسول الله حرم يو!

وايي: نېزه وال ته ورغلم اوورته مې وويل :چمتو يې ،چې څلور سوه ديناره درکړم اوغوښتنه مې ومنې ؟! ويې ويل :څه غواړې؟

ومې ويل :داسر ددې کورنۍ په مخکې کې بوځه، دغسې يې وکړل او ما هم خپله ژمنه ورسره پوره کړه.[658]

 

پلازمېنې ته د اهل البيتو د بنديانو ورننوتل

 ابن اعثم او نورو روايت کړى او وايي :د رسول الله(ص) حرم يې راووړاو د ((باب توما)) په وره يې دمشق ښار ته رادننه کړل او د جومات په درشل کې يې وساتل ،چې بنديان پکې ساتل کيدل.په دې وخت کې يو بوډا ځان ورنژدې کړاو و يې ويل : ((د هغه خداى ستاينه ،چې تاسې يې ووژلئ او له منځه يې بوتلئ او مشران يې ستايې له شره بې غمه کړل او اميرالمؤمنين يې درباندې لاسبرى کړه !))

 علي بن الحسين(ع) ورته وويل : (( بوډا! قرآن دې لوستى؟))

 ويې ويل : (( هو))

 ورته يى وويل : په دې آيت پوه شوى يې : قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى: ووايه ، ((زه له تاسې پر خپل رسالت هيڅ بدله نه غواړم ؛خو(زما) له خپلوانو (=اهل بيتو)سره مينه (هرومرو غواړم[659]) ))

بوډا وويل : هو، لوستى مې دى .

علي بن الحسين رضى الله عنه وويل :  بوډا: موږ هغه خپلوان يو !)) په بني اسراييل سورت کې دې دا آيت لوستى :(( وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ؛او د خپلوۍ حق يې ورکړه[660] ))

بوډا وويل :((هو لوستۍ مې دى))

 علي (بن الحسين ) رضى الله عنه وويل : ((بوډا! هغه خپل موږ  يو)) په رښتيا دا آيت دې هم لوستى: ((وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى. او پوه شئ، ،چې هر ډول غنيمت ترلاسه کوئ، پينځمه يې د خداى ،پېغمبراو خپلوانو (يې) ده …[661]))

بوډا وويل :((هو لوستى مې دى))

 علي ( بن الحسين) وويل :(( بوډا.دا خپلوان موږ يو .)) ايا دا آيت دې لوستى: إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ؛بېشکه خداى يوازې غواړي ،چې له تاسې ((اهل البيت = نبوي کورنۍ )) پليتي اوګناه لرې اوبشپړ مو سپېڅلي کړي [662]))

بوډا وويل : ((هو)).

 علي (بن الحسين ) وويل : موږ هماغه اهل البيت يو،چې د سپېڅلتيا په آيت ځانګړي شوي يو ! ))

 راوي وويل : بوډا څه وخت چوپ،پښېمانه او سرکوزى شواو بيا يې سر اسمان ته پورته کړ او ويې ويل: (( خدايه!چې څه مې وويل او کومه کينه مې ،چې له دې قوم سره وښووله ، توبه مې وکړه. خدايه ! د محمد او آل محمد (له پېريانو او انسانانو يې) له دښمنانو کرکجن يم او پناه دروړم )).

 

د يزيد په ناسته  کې د آل البيت اسيران

طبري وايي: يزيد بن معاويه د شام مشران راوبلل او پر خپل شاوخوا کې يې کېنول او بيا يې علي بن الحسين ،کوچنيان او ورسره ښځې راوغوښتې او مخامخ يې ورته کېنولې .

ابن جوزي او نور وايي : د رسول الله کړوسيان،کوچنى نجونې او هکان په رسۍ تړل شوي وو [663]!

  طبري اونور وايي : چې  د يزيد پر وړاندې يې د امام حسين سر او دهغه د اهل بيتو او يارانو سرونه کېښوول؛ يزيد وويل :

يفلقن هاما من رجال اعزة      علينا و هم کانوا اعق و اظلما

 هسک سرونه له سترو خلکو جلا شوو ،چې پر موږ يې ځانونه لوړ ګنل، حال داچې  نامهربانه او ظالمان وو!

په دې وخت کې  د مروان ورور ؛(( يحيى بن حکم )) وويل :

لهام بجنب الطف ادنى قرابة      من ابن زياد العبد ذى الحسب الوغل

سمية امسى نسلها عدد الحصى      و بنت رسول الله ليس لها نسل

 د طف ( = کربلا) ترڅنګ هسک سره سرونه ،چې په خپلوۍ کې تر ابن زياد ه  خورا نژدې، د پليد مريي د مريي زوى وو! د سميه ځوځات د شګو په شمېر دى او د رسول الله  ځوځات خوڅه ځوځات نه لري!

يزيد،يحيى  پرسينه وواهه ،چې چوپ شه ![664]

له  يزيد سره د امام سجاد(ع) خبرې اترې

په مثير الاحزان کې وايي : علي بن الحسين يزيد ته وويل :(( د خبرو اجازه راکوې؟ ))

 يزيد وويل :((خبرې وکړه ؛خو پرتې به نه وايې!))

 علي بن الحسين  وويل : (( اوس په يوه داسې موقعيت کې يم ،چې په څېر سره به مې پرتې نه ښايي!

ستاپه ګومان که رسول الله (ص) مې په زولنو او ځنځيرونو کې وويني،څه به وايي؟

يزيد خپلو شاوخوا ته وويل : (( زولنۍ ترې ايسته کړئ! [665]))

په طبري تاريخ او نورو کتابونو کې راغلي دي،چې : يزيد،علي بن الحسين ته وويل:((پلار دې هماغه دى،چې له ماسره يې خپلوي ونه پاله او د خپلوۍ تړاو يې پرې کړ او زما حق يې پر رسميت ونه پېژانده او زما له واکمنۍ سره يې لانجه وکړه او خداى ورسره هغه وکړل ،چې دې وليدل!))

او علي بن الحسين دا آيت ولوست :   ((مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِّن قَبْلِ أَن نَّبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ [666] ))

يزيد خپل زوى خالد ته وويل : ((ځواب يې ورکړه)) خالد ځواب ورنکړاى شو او يزيد ورته وويل: ووايه :ما اصابکم … عن کثير )) [667]

 

يو يهودى عالم يزيد پوښتي

ابن  اعثم وايي :  په دې غونډه كې يو يهودى عالم ناست وو يې پوښتل : دا ځوان څوك دى؟

 يزيد وويل : د دې سر خاوند يې پلار دى .

 يهودي وويل: دا د چا سر دى؟

 يزيد وويل: حسين د علي بن طالب زوى .

 يهودي وويل: مور يې څوك ده ؟

 يزيد وويل: د محمد ( ص ) لور فاطمه .

 يهودي عالم په ډېره حيرانۍ وويل : دا ستاسې د پېغمبر د لور زوى دى، چې د هغه تر مړينې وروسته مو په بيړه وواژه ؟ !تاسې خو د پېغمبر د اولادې په باب ډېر ناوړه ځايناستي وسئ. پر خداى قسم كه موسى بن عمران له خپل ځوځاته موږ ته زوى پريښى واى؛نو موږ به له خداى پرته،د هغه بندګى كوله او ستاسى خو لا پرون پېغمبر مړ شوى او بيا راپاڅېدئ او د هغه زوى مو وواژه مخ مو تور شه اى ناوړه امته ! “

 يزيد حكم وكړ : له مرۍ يې ونيسئ، يهودي عالم وويل : “هر څه چى راسره كوئ، ويې كړئ، كه مې وژنئ که وهئ که خوشې كوئ ما په تورات كې ليدلي، چې كه هر څوك د پېغمبر ځوځات ووژني د عمر تر پايه به مغلوب وي او چې ومړي خداى يې جهنم ته ننباسي.” [668]

 يو شامي د پېغمبرځوځات په مينزتوب غواړي 

طبري د ((حسين د لور فاطمې )) له خولې وايي : په دې  غونډه کې يو سورمخى شامي راپاڅېد او يزيد ته يې وويل : اميرالمؤمنينه! دا جلۍ راكړه ،چى وينځه مې شي (او مطلب يې فاطمه د امام حسين لور وه) . فاطمه وايي: ولړزېدم او پر ژړا شوم او ګومان مې وكړ،چى دا كار به روا بولي؛نو د مشرې ترور (عمه) خوا ته كېناستم؛ځكه پوهېده،چې دا كار ناشونى دى. “

 زينب بي بي يې په ځواب كې وويل : “پر خداى قسم دروغ دې وويل او ځان دې پریوتې او ټيټ وښووه،دا كار نه ستا او نه د هغې لپاره وړ دى . “

 يزيد غوسه شو،ويې ويل: “پر خداى قسم ، دروغ وايې ، دا كار ما ته روا دى،كه وغواړم؛نو كولاى يې شم “.

 زينب بي بي ورته وويل: “پر خداى قسم داسې نه ده ! خداى درته نه دى روا كړى؛خو دا چى زموږ له دينه ووځې او پر بل دين شې. “

 يزيد په ډېره غوسه وويل : ” له ماسره داسې مقابله كوې؟ هغوى چې له دينه وتلي وو،ستا پلار او ورور و. “

 زينب بي بي ورته وويل : تا، پلار او نيکه دې، زما د پلار ، ورور او نيکه له لارې د خداى د دين ښوونه تر لاسه كړه. “

 يزيد وويل : ” د خداى دښمنې دروغ وايې”.

 زينب بي بي وويل : ” ته اوس ځواكمن يې، كنځلې كوې او زور غږ وې”.

 فاطمه د امام حسين ( ع ) لور وايي: ” پر خداى قسم يزيد شرمنده او چوپ شو. ” شامي بيا غوښتنه تكرار كړه ” چې دا جلۍ ماته راوبښه” ، يزيد چې هغه پاخه ځوابونه اورېدلي وو، په توندۍ او غوسه يې وويل :[669]  “ورك شه ! خداى دې ژر را نه واخله” [670]

 

د مسلمانانو د خليفه په مخ کې د امام حسين عليه اسلام سر

ابن اعثم اونوروايي : يزيد ته يې د سرو په كاسه كې د امام حسين سر ايښى و، يزيد همسا راوغوښته او د حسين په غاښونو يې وهله،ويې ويل:  ابوعبدالله ! څومره ښكلي غاښونه لرې! “

 په دې وخت كې يو اصحابي ” ابوبرزه اسلمي” ( 1 ) يزيد ته وويل : ” ته خو په همسا د حسين شونډې او غاښونه وهې؟ ! پوه شه ،چى ستا همسا د حسين شونډې چيچي او ازاروي يې او ما څو څو ځلو ليدلي، چې پېغمبر به دغه شونډې ښكلولې او رودلې. يزيده ! پوه شه،چې د قيامت پر ورځ به ستا شفيع  ابن زياد وي او د حسين به محمد (عليه السلام ) وي! ” بيا له غونډې پاڅېد او ولاړ . [671]

په لهوف کې له امام زين العابدين روايتوي:هغه مهال يې ،چې  د حسين (ع) سر يزيد ته راوست ؛نو د شرابو ناسته پاسته به يې جوړوله او د حسين سر به يې په مخ کې ايښووه او شراب به يې څښل .يوه ورځ د روم د پاچا استازى ،چې ځايي مشر هم و،د يزيد په غونډه کې و او يزيد ته يې وويل : ((د عربو پاچا! دا د چا سر دى ؟))

 يزيد وويل :(( له دې سر سره دې څه کار؟))

 ويې ويل :(( چې پاچا ته مې ورستون شم،چې څه مې ليدلي رانه پوښتي او ښه مې راځي ،چې ددې سر او خاوند داستان يې ورته ووايم،چې په ښادۍ کې دې شريک شي ))

 يزيد وويل : دا د حسين بن علي بن ابى طالب  سر دى ))

 رومي وويل : ((مور يې څوک ده ؟))

 يزيد وويل : ((فاطمه  د رسول الله(ص)  لور)) .

 نصراني وويل : ((زما دين ستاسې تر دينه خورا غوره دى .پلار مې د داود عليه اسلام له اولادې  دى،حال داچې  زما او ترمنځ يې زيات پلرونه واټن  شوي؛خو بيا هم نصارا مې عزت او درناوى کوي؛خو تاسې د خپل پېغمبر د لور زوى وژنئ ، حال  داچې د هغه او پېغمبر ترمنځ مو يو مور واټن دى! داکوم دين لرئ …؟ [672]

 د مسلمانانو خليفه د ابن زبعري اشعار وايي 

ابن اعثم ،خوارزمي ،ابن کثير او نور وايي : د مسلمانانو خليفه  د ابن  زبعري دا شعر ونه وويل :

  • ليت اشياخى ببدر شهدوا جزع الخزرج من وقع الاسل
  • الاهلوا و استهلوا فرحا ثم قالوا يا يزيد لا تشل
  • قد قتلنا القرم من ساداتهم وعدلنا ميل بدر فاعتدل

 

1 _كاشكې د بدر په جګړه كې زما د قوم مشران واى،چې ليدلي يې واى، چې ما څه وكړل .

 2 _ چې شاباسې او آفرين يې راكړى واى او خوښ شوي واى او راته يې ويلي واى : يزيده ! په لاسونو دې بركت شه “

 3 _ ما ددې قوم مشران او ښاغلي ووژل او د بدر غچ مې ترې واخست او سر پر سر شول “

 بيا يې پرې خپل يو بيت ور زيات كړ، ويې ويل : ” زه به د عتبه له اولادې نه يم، چې د احمد له اولاده او څه يې چې تر سره كړې غچ او بدله وانخلم” [673]

 د سبط ابن جوزي حنفي په تذكرة الخواص الامه كې راغلي  :  ” په ټولو روايتونو كې مشهوره داده، چې، يزيد د امام حسين سر ځانته مخامخ كېښود او د شاميانو په مخ كې يې پر همسا واهه او د ” ابن زبعرى ” اشعار يې ويل او بيا يې پرې دا لاندې دوه بيتونه ور زيات كړل :  ” بني هاشمو له پاچاهۍ او سلطنت سره لوبې وكړې، نه له آسمانه خبره راغله او نه وحې را کېووته .

 زه به د خدف له ټبره نه يم، چى د احمد له اولاده او څه يې چې كړى ، غچ وانخلم ” [674]

  ليکوال وايي: داچې د ((ابن زبعري)) اشعار مشهور وو او راويانو د يزيد تر ويلو وړاندې روايت کړي وو ؛ نو دا چې  يزيد وويل او دويم ، څلورم او پينځم  بيتونه يې پرې ورزيات کړل؛نو راويانو بيا دا بيتونه د يزيد له خولې روايت کړل او احيانا د يزيد پر زياتونو يې خپل محفوظات هم ورزيات کړل؛نو ځکه پکې ځينې اختلافات رامنځ ته شوي؛لکه چې مخکې مو د امام زين العابدين په روايت کې وليدل ،چې يې وويل : (( يزيد د شرابو ناسته پاسته جوړوله او د حسين سر يې راوغوښته او خپل مخ کې يې ايښوده او شراب يې څښل )) داروايت هم د ګڼ شمېر رواياتو لامل شوى ،چې د يزيد غونډه او د حسين له سرسرى چلن يې په داستاني ډول روايت  کړى دى .

 

په دار الخلافة کې د زينب  عليها السلام خبرې

 په مثيرالاحزان او لهوف کې وايي : وروسته ترې زينب (کبرا) د علي بن ابى طالب لور پاڅېده او ويې ويل : ” د پالونکي خداى ستاينه ده ، پر “محمد او آل محمد” دې درود وي، سبحان خداى څومره رښتيا ويلي چې: ” د ګناهكارانو او بدكارانو عاقبت او پاى دا وي، چې زموږ آيتونه دروغ ګڼي او ملنډې پرې وهي ” يزيده ! څه خيال كوې؟ ګومان كوې چې ځمكه مې پرې تنګه او آسمان راټيټ كړى او موږ د بنديانو په څېر يوه خوا او بله خوا وړې راوړې، چى دا كار به د خداى په نزد زموږ مقام راټيټ كړي او ته به پر دې ظاهري بريا خداى ته ستر او عزتمن شې؟ غړۍ دې پورته نيولې او خپل تېر اصل ته ستون شوى يې، خوښ او مست يې،چې د دنيا چړچې دې ځان ته برابرې كړې،اوس چې دې زموږ پر ملك او سلطنت قبضه كړې، دغسې چارې كوې؟ قرار كېنه، قرار! د خداى تعالى دا وينا دې هېره كړې چې ويلي يې دي: ” هغوى چې كفر غوره كړى،نه ښايي داسې وګڼي، چې كوم دنيوي فرصت مو وركړى، دا به يې په خير وي، موږ دا امكان او فرصت ددې لپاره وركړى، چې خپل ګناهونه پكې زيات كړي او هغوى ته ذليلوونكى غذاب په مخ كې دى”

زما د نيکه په لاس د آزاد شويو زويه ! ايا دا عدالت دى، چې تا خپلې ښځې او وينځې ستر كړي او  په ښارونو كې د رسول الله ( ص ) لوڼې بنديوانې ګرځوې؟   پڼوني دې ورته څيري كړي او مخونه يې ښكارې، دښمنان دې ورپسې كړي، چې له يوه ښاره يې بل ښار ته ځغلوې او ښاريان يې تماشا كوي ، مرستندويان يې هم نشته او خپل نارينه يې هم  پالنې ته نه پرېږدې؟ ! نه، خدايه! څه وايم ! څنګه به له داسې چا د څارنې هيله ولرو،چې پر خوله يې د حمزه سيدالشهدا ځيګر ژوولى وي او غوښې يې د احد د شهيدانو له وينو زرغونې شوې وې؟ ايا له داسې چا زموږ د نبوي كورنۍ د دښمنۍ په باب د نرمۍ تمه كېداى شي، چې موږ ته د كينې په  سترګو ويني، پرته له دې، چې دا كار ستره ګناه وګڼي او ورپسې په ډېرې وياړنې زياتوې! ” يزيده په لاسونو دې بركت شه، آفرين. ” چې پر همسا د ابي عبدالله او سيد شباب اهل الجنه غاښونه ټكوې او  ازاروې يې .  يزيده ! تا خو د آل محمد وينه تويه كړه او د آل عبدالمطلب د دنيا ستوري دې ورژول ، خپله كينه او زړه دښمني دې را برسېره كړه او خپل تېر اصل ته ستون شوى يې، خپل نيكونه رايادوې او ګومان كوې،چې هغوى به رابولى ، حال دا چې ډېر ژر  به يې ځاى ته ورستون شې او هلته به افسوس كوې، چې كاشكى كونګ او بې وسې واى، چې دا خبرې او كړه وړه مې نه واى ترسره كړي !  خدايه ته زموږ حق واخله . چاچې پر موږ تېرى كړى،ته مو غچ واخله ، هغوى پرخپل غضب ككړ كړه، چې زموږ او زموږ د ملګرو وينې يې تويې كړې دي .  يزيده ! تا خپل پوټكى څيرلى او غوښې دې راغوڅې كړي، ته به له رسول الله سره مخ شې، چې د هغه د ځوځات د وينو د تويېدو او بې سترۍ زمه واري در پر غاړه ده، هغه ځاى چې هلته به پالونکى خپره وره شيندل شوې “نبوي كورنۍ” راټولوي او بيلتون به يې پر پيوستون اړوي او حق به يې اخلي: ” او نه ښايي داسې وګڼو ، هغوى چې د خداى په لار كى وژل شوي، مړه دي؛ بلكې ژوندي دي او د پالونکي په نزد روزي خوري. “

 تا ته همدومره بس دى، چې خداى پاك درسره حساب وكړي او محمد (ص ) دې دښمن وي او جبرييل امين زموږ ملاتړى هم وي. چا چې تاته دغسې جنايت ښكلى انځور كړ او ته يې د مسلمانانو پر اوږو سپور كړې؛ نو ډېر ژر به پوه شې، چې په دوزخ كې د ظالمانو لپاره ناوړه ځاى شته او ته هم پوهېږې،چې ” په موږ او تاسو كې د چا عاقبت ناوړه او څوك كمزورى دى”.

 يزيده ! موږ له سختې ورځې تاسې سره دا خبرې كوو كه نه ته زموږ په نزد ډېر ټيټ او سپك يې تردې چې ته پر ملامتۍ هم نه ارزې؛ خو څه وكړم چې سترګې مې له اوښكو ډكې او سينه كې مې د اور لمبې دي.

 خبر وسئ، ډېره حيراني ده، چې د حزب الله سپېڅلي د حزب شيطان د ازاد شويو له لا سه وژل كېږي! زموږ وينې د دوى له لاسونو څڅېږې او غوښې مو د دوى خولې ژوي، زموږ د سپېڅليو تنې لېوان څيروي او ګيدړان يې ځغلوي .يزيده ! كه ته موږ خپل غنيمت ګڼې؛ نو پوه شه، چې ډېر ژر به موږ ستا په زيان تمام شو، په هغه ځاى كې، چې له ځانه دې له مخكې استول شوي پرته بل څه نه ليدل كيږي. ” او ستا پالونکى ، پر خپلو بندګانو تېرى نه كوي. ” خداى ته شكايت او ګيله كوم او پر هغه ډاډه يم . يزيده ! له مكر او چلونو دې پوره كار واخله ، څومره دې چې له لاسه كېږي هومره زيار وباسه، ته زموږ ياد له منځه نشې وړاى او وحې مو نشې مړه كولاى ، ددې جنايت تور ټكى تر ابده له تا نشي لرې كېداى، ته پوه شه، چې نظريات دې پر دروغو دي، ورځې دې په شمار او لښکر دې مخ پر خپرېدو دى، پر هغه ورځ چې منادي غږ كوي :  ” پوه شئ ، چى پر ظالمانو دې د خداى لعنت وي . “

  د پالونکي ستاينه ده، چې زموږ ړومبنيو په نېكمرغۍ او بښنې لار تر پايه وهلې او وروستنيو ته يې شهادت او خپل رحمت ورپيرزو كړ ، له سبحان خدايه غواړم، چې ثوابونه يې ور زيات كړي او د هغوى شهادتونه  يې د ځوځات د زيادښت لامل وګرځي او موږ  يې غوره او مطلوب ځايناستي وګرځوي چې: (( هغه لوراند او لورين دى،هغه موږ ته بسيا او ښه ډاډ ځاى دى)).[675]

  او يزيد وويل : يا صيحة تحمد من صوائح – ما اهون النوح على النوائح

 وه څه لوړې نارې سوري دي ،چې له ويرنبولو راباندې ښه لګي،چې  وير يې ، ويرنبولو ته څومره اسان دى !

د يزيد مېرمن حيرانېږي اوپوښتي

په طبري تاريخ او د خوارزمي په مقتل  کې وايي: د يزيد مېرمن (چې طبري ، هنده د عبدالله بن عامربن کريز لور ښوولې ده ) د يزيد د ناستې شورځوګ واورېد،له پردې راووته او ناستې ته وراغله او ويې ويل : (( اميرالمؤمنينه ! دا د رسول الله  د لور فاطمې د زوى سر دى ؟)) يزيد وويل ! (( هو… [676]))

 په سيراعلام النبلاء ،په ابن  کثير تاريخ  او نورو کتابونو کې راغلي ،چې : د حسين (ع)سر درې ورځې د دمشق په ښار کې پر دار ځړوند و [677].

د حسين (ع) سر مدينې ته استول کېږي

بلاذري او ذهبي  وايي : يزيد د امام حسين (ع) سر په مدينه کې اموي چارواکيو ته ولېږه او د مديني والي عمروبن سعيد وويل : (( ښه وه،چې اميرالمؤمنين يې سررا لېږلى نه واى )) ؛خو مروان وويل : (( پرخداى قسم ،بده خبره دې وکړه !  ماته يې راکړه ))  بيا يې سرواخست  اوويې ويل :

يا حبذا بردک فى اليدين        ولونک الاحمر فى الخدين

 سړ دې په لاسونو کې راباندې ښه لګي؛خو اننګې دې اوس هم سره دي!

 راوي وايي :بيا يې د حسين سر پر دار کړ او د آل ابى  طالب ښځو وير وکړ او مروان دا بيت  ووايه :

عجت نساء بنى زبيد عجة     کعجيج نسوتنا غداة الارنب

د بني زبيد ښځو زړه سوځې چغې وکړې؛لکه ،چې زموږ ښځو مخکې  کړې وې او چې  بيا يې وير وکړ،مروان وويل:

ضربت دوسر فيهم ضربة      اثبتت ارکان ملک فاستقر

 ((دوه سرې[678] )) تورې پرې داسې ګوذار وکړ،چې د واکمنۍ پايښتې شوې ! [679]

 راوي وايي : په دې لانجه  کې ،چې ((عمروبن سعيد)) خبرې کولې ؛نو ((ابن ابى حبيش)) پاڅېد او ويې ويل : (( خداى دې پر فاطمې ولورېږي!))  عمرو خبرې څه اوږدې کړې او وروسته يې وويل : له دې سړي حيرانتيا ده! فاطمه له کومه پېژنې ؟))

  ويې ويل : (( مور يې  خديجه وه ! ))

 عمرو وويل:((هو، پر خداى قسم ،د محمد لور هم وه ، ټول کسان يې پېژنم! پر خداى قسم  ښه مې راتله، چې اميرالمؤمنين داسر رانه دريغ کړى واى او نه يې واى را لېږلى ! پر خداى قسم، ښه مې ايسېدل،چې سر يې پرغاړه او ساه يې په تنه کې واى ! [680]

د دمشق په جومات کې د امام سجاد خبرې

د ابن اعثم په فتوح او د خوارزمي  په مقتل  کې وايي : يزيد د دمشق د جامع جومات خطيب ته وويل : منبر ته پورته شه او زما او زما د پلار ستاينه وكړه او د علي او حسين بده ووايه. خطيب همداسى وكړل . په دې وخت كى امام علي بن الحسين پرې نيوكه وكړه ويې ويل : ” خطيبه ! پر تا دې افسوس وي،چى د مخلوق د خوښۍ لپاره خداى له ځانه ناراضه كوي، چې ځاى به دې دوزخ وي. “

 بيا امام وويل : ” يزيده ، اجازه راكوې، چې زه هم پر منبر داسې خبرې وكړم، چې خداى رضا شي او د ناستو خلكو هم اجر او ثواب وشي” يزيد ونه منله، خلكو وويل: ” اميرالمؤمنينه ! اجازه وركړه، چې پورته شي، چې څه ترې واورو ” .

 يزيد خلكو ته وويل : ” كه دا سړى منبر ته پورته شي،تر هغه نه راكېوځي چې زما او د آل ابوسفيان ابرو له منځه يوسي: خلكو وويل : ” څوك خو دهغه او دهغه د خبرو پلوى كېږي نه! يزيد وويل :  ” دا په علم مړه كورنۍ ده”  او د خلكو په ټينګار يې ورته اجازه وركړه . امام منبر ته پورته شو او د خداى تر ستاينې وروسته يې وويل: ((خلكو ! موږ نبوي كورنۍ ته شپږ ځانګړنې راكړل شوي او په اوو نورو څيزونو كې تر نورو امتياز او لوړاوى لرو. شپږ ځانګړنې دادي:

 1_ علم 2 _ حلم 3 _ صبر او زغم 4 _ فصاحت 5 _ مړانه او شجاعت . 6 _ د مؤ منينو په زړونو كې مينه.

 پر نورو د اوو څيزونو امتياز مو دادى :

 1 _ د مختار خداى نبي ، محمد مصطفى له موږه دى . 2 _ صديق ، 3 _ طيار ، 4 _ اسدالله ، 5 _ د عالم د ښځو ښاغلې فاطمه بتول ، 6 او 7 ددې امت دوه سبطه؛د جنتي ځوانانو دوه ښاغلي دا ټول له موږ ځنې دي [ بيا يى وويل ] : څوك چى ما پېژني، خو مې پېژني. [ او څوك چې مې نه پېژني ] اوس ورته خپل حسب ا و نسب ښيم:  (( زه د مكې او منا زوى يم،زه د زمزم او صفا زوى يم، زه د هغه زوى يم، چې پر براق سپور شو او اسمان ته وخوت. زه د هغه زوى يم، چې جبريېل سدرة المنتهى ته ورسو …. زه د محمد مصطفى زوى يم . زه د سبطينو د پلار علي بن ابيطالب زوى يم ، زه د فاطمې زوى يم ، هغه چې د ښځو اغلې او د رسول اكرم د بدن برخه وه ))

 راوي زياتوي: ” امام پرله پسې ويل : زه …. زه …. تردې چې خلكو په ژړا او وير پيل وكړ او يزيد د فتنې د راولاړېدو له ويرې موذن ته وويل، چې اذان وكړه . امام چوپ شو، موذن به چى ” الله اكبر ” وايه؛ نو امام سجاد به ويل : ستر دى ډېر ستر دى ، داسې، چې په قياس كې نه راځي او نه په حواسو كې ځاييداى شي او تر خداى هېڅ څيز ستر نه دى “

 موذن چې اشهد ان لا اله الا الله ووايه : نو امام وويل : زما ټول وجود او تن پر همدې كلام شاهدي وركوي ” او چې موذن اشهد ان محمدا رسول الله ووايه؛ نو امام سجاد له منبره يزيد ته مخه كړه او ويې ويل :  ” يزيده! دا محمد صلى الله عليه و آله ستا نيکه دى كه زما ؟ كه ادعا وكړې،چې زما نيكه دى؛نو دروغ دې ويلې او كه ووايې چې ستا دى؛ نو ولې دې د هغه عترت او ځوځات وواژه ؟ “

 راوي وايي : موذن اذان وكړ ، يزيد مخكې شو او د ماسپښين لمونځ يې وكړ.” يزيد،چې لمونځ وكړ؛نو امر يې وكړ ، چې امام سجاد، خويندو او ترورګانو ته يې ځانګړى كور وركړي. چې بيا به هلته “نبوى كورنۍ” د كربلا د شهيدانو په وير كې ماتم كاوه.

 يزيد وروسته خپل چلن او دريځ واړاوه او لګېدلي بنديزونه يې لرې كړل  او دا چې د “نبوي كورنۍ” په شتون كې د دمشق حالات واوړېدل؛ نو يزيد په خورا درناوې مدينې ته رخصت كړه.[681]

 

د خليفه په پلازمېنه کې وير

ښکاري،چې يزيد تر دې پېښى وروسته ، ناچار شو ،چې د رسول الله (ص) له ځوځات سره خپل چلن واړوي او لږ څه يې ازاد پرېږدي او اجازه ورکړي چې خپلو شهيدانو ته عزاداري وکړي .

 ابن اعثم د تېر و رواياتو تر يادولو وروسته وايي : يزيد  تر لمانځه  وروسته  امر وکړ ،چې علي  بن الحسين ،خويندو او ترورګانو (رضوان الله عليهم ) ته يې يو کور ورکړي او دوى هم څو ورځې ويرغونډې جوړې کړې او پر حسين (رضى الله عنه) يې وژړل او ویرنه يې وکړه .

وايي : يوه ورځ علي بن الحسين له کوره راووت اوپه دمشق بازار کې ګرځېده او ((منهال بن عمرو)) صحابي وليد او و يې ويل : (( يا ابن رسول الله څه حال لرې ؟))

 ويې ويل : (( په آل فرعون کې د بني  اسراييلو په څېر، چې  ذامن يې وژل  او ښځې يې ژوندۍ ښخولې! منهاله ! عربو پر عجمو وياړېدل،چې محمد (ص) يې دى او قريش پر نور عربانو وياړېدل،چې محمد(ص) له دوى ځنې دى او دادى موږ  د محمد اهل بيت معضوب ،مظلوم ،مقهور ، مقتول ، شړل شوي اوخپاره واره يو !

منهاله ! په هر حال : (( انالله واناالله راجعون )) موږ د الله يوا و پر لور يې ورستنېږو)) [682]

مدينة الرسول ته د عترت النبي  ورستنول

چې يزيد وليدل اموي پلازمېنې ته د آل محمد (ص) د بنديانو راتلل د آل اميه پرګټه پاى ته ونه رسېده؛نو هوډ يې  وکړ،چې له ((نعمان بن بشير)) سره يې د خپل نيکه رسول الله (ص) مدينې ته واستوي.

طبري او نور وايي :يزيد بن معاويه،نعمان بن بشير ته وويل : نعمانه! ښه يې چمتو کړه او يو امين او صالح  شامۍ ورسره کړه ،سپار ه او ملګري ورکړه،چې مدينې ته يې بوځي.

بيا يې امر وکړ ،چې د اهل بيتو ښځو ته جلا کور ورکړئ او اړتياوې يې ورپوره کړې او علي بن الحسين ته يې د هماغه کور ترڅنګ کور ورکړ. وايي : د اهل البيتو ښځې دباندې ووتې ،چې يزيد کره ولاړې او د آل معاويه ټولو ښځو ښه راغلاست ورته ووايه، وير يې وکړ او پر حسين يې وژړل او درې ورځې يې ويرغونډه جوړه کړه.

يوه ورځ يزيد(( عمروبن حسين بن علي )) ،چې کوچنى هلک و، راوغوښت او ويې ويل : (( له دې هلک (؛يعنې له زوى يې خالد) سره غېږ نيسې ؟))

 ويې ويل : (( نه ،خو يوه چاړه ماته او يوه هغه ته ورکړه،چې جګړ ه ورسره وکړم !))

 يزيد پا څيد اوپه غېږ کې يې  ونيو او ويې ويل :

شنشنة اعرفها من اخزم      هل تلد الحية الاحية ؟

دا ټول له بېخ او جرړې ېې راووځي، د مار بچى مار وي ؟

وايي : چې وتو ته چمتو شوو ، يزيد خپل  استازي ته لازمې سپارښتنې وکړې او استازي ورته حرکت ورکړ او د شپې يې لار وهله او تر ځان يې مخکې کړي وو ،چې له نظره لرې نه وي ا و چې پلي کېدل پخپله او ملګري يې ترې يوې څنډې ته کېدل ،چې د خپلو اړينو چارو په باب؛لکه اودس ، اودس ماتي په هکله  په تنګسه کې نه وي او تر پايه يې همدا دود خپل کړى و او غوښتنې يې پوښتلې اوپه نرمۍ ورسره چلېدل.

 

کربلا ته داهل البيتو ورتلل

په مثيرالاحزان او لهوف کې وايي : چې کله اهل البيت عراق ته ورسېدل،د کاروان له لارښوده يې وغوښتل ،چې د کربلا پر لار يې  بوځي او چې د شهيدانو وژنځي ته ورسېدل؛نو جابربن عبدالله انصاري (رض) او يو شمير بني هاشم يې وليدل،چې امام  حسين د قبر زيارت ته راغلي وو،نو په ژړا او خپګان يو له بل سره مخ شوو او د هغې سيمې ښځې هم ورسره يو ځاى شوې او دلته څو ورځې پاتې  شوو،بيا له کربلا جلا او مدينې ته ور روان شوو.

له مدينې دباندې ويرغونډه

بشير بن جذلم وايي: چې مدينې ته ورنژدې شو ،علي بن الحسين پېټي کوز کړل، ښځې يې پلې کړې او ويې ويل : (( بشيره ! خداى دې پر پلار ولورېږه ،چې پياوړى شاعر و،ايا ته هم څه شاعر يې ؟))

ومې ويل : (( هو اى د رسول الله  (ص) زويه ! زه هم شاعر يم .))

 ويې ويل : (( مدينې ته ورشه او د اباعبدالله له شهادته يې خبرکړه ))

بشير وايي : پر اس سپور شم او په ځغاسته مدينې ته ورسېدم او چې مسجد النبي (ص) ته ورنژدې شوم، په ژړا مې غږ پورته کړاو و مې ويل :

يا اهل يثرب لا مقام لکم بها

قتل الحسين فادمعى مدرار

الجسم منه بکربلاء مضرج

و الراس منه على القناة يدار

 مدينوالو درنګ مه کوئ؛ځکه حسين وژل شوى؛نواوښکې وڅڅوئ اوخپګان وکړئ ! تنه يې په کربلا کې په وينو لړلې او خرانګې خرانګې  او سر يې په هرځاى پرنېزو تېريږي !

وايي : بيا مې وويل : (( علي بن الحسين (ع) دى،چې له خپلو تريندو اوخويند و سره چاپيريال ته مو راغلى او ستاسې  د ښار د ديوالونو تر شا راکوز شوى او زه يې استازى يم ،چې يې ځاى دروښيم . ))

په دې حال کې د مدينې ټولې سترمنې راووتې، وير يې وکړ ، مخونه يې وهل او تردې ورځې په مدينه کې ترخه ورځ ليدل شوې نه وه !

خلکوترې وپوښتل  : (( ته څوک يې ؟))

 ويې ويل : ((زه بشير بن جذلم يم. علي بن الحسين را لېږلى يم او پخپله  په پلاني ځاى کې دابي عبدالله له کورنۍ اوښځو سره يې دى )) وايي : ناڅاپه يې خوشې کړم ،له ما مخکې شوو او ما هم اس وځغلاوه او ور و رسېدم او و مې ليدل ،چې ټولې لارې او ځايونه يې ډک کړي وو. له ناچارۍ له اسه کوزشوم او د خلکو پر سرونو او اوږ و تېر شوم ،چې  د خېمې خولې ته ورنژدې شوم او على بن الحسين دباندې  راغى او په خپل دستمال يې اوښکې پاکولې او خادم يې يوه چوکۍ ورته کېښووله اوامام په خورا اسويلي کېناست او خلک تسليت ورته ووايه . بيا يې اشاره وکړه، چې چوپ شي  او چې د خلکو جوش او خروش کېناست، و يې ويل : (( ستاېنه يوازې نړۍ پال الله ته ده . د جزا د ور ځې مالک دى،د ټولو موجوداتو پنځوونکى دى ، هماغه،چې  لرې دى او په لوړو دنګو اسمانونو کې او نژدې دى او پر هرې پټې خوالې شاهد، په سترو پېښو او کړاوونو يې ستاېم . قومه ! خداى ته ستاېنه ده ،چې په اسلام کې  يې په پېښ شوي ستر  کړاو ازمېښت کړو ! ابوعبدالله  او عترت (ځوځات) يې ووژل شو،ښځه او لو ڼې يې بنديانې شوې او سرونه يې په دنګو نېزو په ښارونوکې وګرځول شوو !

 خلکو! څوک يې پروژنه خوشحال شول؟ کومو ستر ګو پرې ونه ژړل ؟ حال داچې ټولو سمندرونو، اسمانونو،  ځمکې ،ونو ، مقربو پرښتو او عزتمنو لوړ ناستۍ پرې وژړل ! خلکو ! پر شهادت  يې کوم زړه و نه دردېده ؟ يا کوم زړه دى ،چې پرې نه ژاړي؟ ياکوم غوږ دى ،چې په اسلام کې  دا راغلې پېښه  واوري اوکوڼ نشي؟ خلکو! موږ خو اوس شړل شوي ، ګوښه شوي او خپاره واره شوي يو؛لکه ،چې ته وا د ترک  او کابل والا يو او هغه هم بې له دې چې څه ګناه مو کړې وي يا کوم ناخوښه چار مو ترسره کړى وي ! له خپلوتېرو بدويو خو داچلن  په ياد نه لرو . دايوازې يو درو غ دى . پر خداى قسم  که پېغمبر(ص) لکه ،چې تردې مخکې يې زموږ د دوستۍ  او حرمت  په هکله سپارښتنه ورته کړې وه ، که له موږ سره يې د جګړې سپارښتنه ورته کړى واى ؛نو چې يې څه وکړل، تردې يې زيات کړى نشو! نو ((انالله وانااليه راجعون)) موږ د الله يواو پرلور يې ورګرځو))

په دې وخت کې (( صوحان بن صعصعه )) ،چې پر ځمکه پروت ناروغ و، پاڅېد( او داچې داهل البيتو ملاتړ ته ورتلا ى نشو) عزر يې وغوښتنه او امام يې عذر ومانه او مننه يې ترې وکړه اوپر پلاريې ورته رحمت ووايه  . [683]

 

مدينې ته ورننوتل

طبري له ((حارث بن کعب)) روايتوي : د علي لور فاطمې راته وويل : خپلې خور زينب ته مې وويل : ((خور جانې ! دې شامي راسره ښه چلن او ملګر توب وکړ، انعام ورکولاى شم ؟ ))

 ويې ويل : (( پر خداى قسم  د انعام ورکولو خو څه نه لرو ؛خو  ګاڼې شته ، چې يې ورکړو !))

ما او خور مې خپلې غاړه کۍ او لاسبند راوايستل  او ور و مو لېږل او بښنه مو وغوښته او و موويل : (( داپه سفر کې ستا د ښه چلن  بدله ده )) .

 ويې ويل : (( که چلن مې د دنيا په پار و، داستاسې  ګاڼې او تردې لږو هم خوشحالوم ؛خو پر خداى قسم ، چې يوازې مې د خداى او له رسول الله (ص) سره ستاسې د خپلوۍ په پارکړى دى !))

 

د امام سجاد څلوېښت کلنه عزا

په لهوف  کې وايي : له امام صادق (ع) نه روايت  شوى ،چې : (( زين العابدين څلوېښت کاله پر خپل پلار وژړل . د ورځې روژتي او د شپې پر عبادت لګيا و او چې  د روژه ماتي وخت به شو او خادم يې ورته خوراک څښاک ايښوود، و يل يې : (( ښاغاليه ! روژه ماته کړئ ! ))

 امام ويل : (( د رسول الله زوى په وچو شونډو تږى ووژل شو!)) او تل يې دا خبره کوله او ژړل يې ،چې خواړه به يې پر ژړا لامدېدل! او د ژوند تر پايه همدغسې و .

وايي : د امام يو خادم ويلي دي : امام يوه ورځ بېديا ولاړ او زه ورپسې ورغلم او مې ليده ،چې په سخته او ځيګه ډبره پروت دى. ودرېدم او د هغه ذکر او زارۍ مې اورېدلې ، ذر ځل مې وشمېرل ،چې يې ويل :  ( لا اله الا الله حقا حقا، لااله الا الله تعبداً ورقاً ، الا اله الا لله  ايمانا وصدقا) ،چې سر يې له  سجدې راپورته کړ، ږيږه او مخ يې په اوښکو لامده وو، ورته مې وويل : (( ښاغليه ! غمونه دې پاى ته نه رسي ؟ ژړا دې نه کمېږي؟))

 ويې ويل : (( پرتا افسوس ! يعقوب (ع) د اسحاق (ع) زوى ، د ابراهيم ( ع) زوى، پېغمبر او د پېغمبر زوى و او دولس زامن يې درلودل ،خداى يې يو يې له سترګو غايب کړ،د سر ويښتان يې سپين، پر ملا کړوپ او له ژړا ړوند شو، حال داچې زوى يې ژوند ى و ! او ما په خپلو سترګو، خپل پلار، ورور او له اهل بيتو مې اولس تنه پر ځمکه  لوېدلي وژل شوي وليدل ؛نو څنګه به مې خپګان پاى  ومومي او ژړا به مې لږه شي ؟!)) [684]

د امام سجاد(ع) په مخ کې د ابن زياد سر

يعقوبي وايي :مختار، د عبيد الله  بن زياد سر،يو خپلوان ته ورکړ،چې په مدينه کې يې علي بن الحسين  ته وسپاري او ورته يې وويل : (( د علي بن الحسين پر وره ودرېږه او چې ورونه پرانستل شول او خلک ننووتل ؛نو داي ې د خوړو ورکولو وخت دى ؛نو ورشه ))

 د مختار استازي همدغسې وکړل اوپه لوړغږ يې وويل : (( اى  د نبوت اهل بيتو ، د رسالت کان ، د پرښتو د راکېوتو ډګراو د وحې کوره ! زه د مختار استازى يم او د عبيدالله بن زياد سر راسره دى !))  ناڅاپه د بني هاشمو ښځو په کورونو کې پر وير شوې، استازى امام ته ورغى او د ابن زياد راوړى سر يې راښکاره کړه او،چې  د علي بن الحسين  سترګې پرې ولګېدې، ويې ويل : (( خداى دوزخ ته راښکوده !))

ځينو روايت کړى ،چې علي بن الحسين د خپل پلار تر شهادت وروسته،خندنى ليدل شوى نه و؛خو پر هغه ورځ ! امام  اوښان درلودل ،چې له شامه به يې پرې خوراک اومېوه راوړه، چې  د عبيد الله بن زياد سر يې راووړ؛نو ا مر يې وکړ،چې ټول خواړه او مېوى پر مدينوالو وويشئ او تردې وروسته د اهل البيتو نجونو ځانونه سينګارکړل او نکريزې يې وکړې؛ځکه د حسين بن علي (ع) تر  شهادت وروسته يوې ښځې هم ځان نه سينګاراوه .[685]

 

د حسين (ع) تر شهادت  وروسته

١- ډالۍ اوورکړه

ابن اعثم وايي : چې حسين (رض) ووژل شو، د عراق دواړه برخې؛يعنې کوفه اوبصره د (( عبيد الله بن زياد)) په ولکه کې شوې او يزيد يو مليون درهم انعام ورکړ او په ډېرو پيسو يې په بصره کې دوه سرې او سپېنې ماڼۍ جوړې کړې .په ژمي کې په سرې ماڼۍ کې او په دوبي کې په سپېنې ماڼۍ کې وسېده .اوازه يې لوړه شوه او نوم يې په هر ځاى کې خپور شو.

ډالۍ او انعامونه يې ورکول، مشران يې وپېرل او شاعران يې ستاينې ته اړکړل . [686]

مسعودي وايي : يزيد د حسين تر وژنې وروسته د شرابو ناسته جوړه کړه ،ابن زياد يې په څنګ کې کېناوه او خپل ساقي ته يې وو يل :

اسقنى شربة تروى مشاشى      ثم مل فاسق مثلها ابن زياد

صاحب السر و الامانة عندى      و لتسديد مغنمى و جهادى

داسې شراب راباندى وڅښه ،چې موړ مې کړي او بيا يې له همدې ډک کړه او پر ابن زياد يې وروڅښه ،چې زما د رازونو خواله ساتي اوامانتوال مې دى او زماد ولجو،جګړې اوجهاد هموارونکى دى !

بيا يې امر وکړ ، چې دابيتونه يې سندرغاړي په ساز کې ووايي :

ليکوال وايي  په ګومان مې د يزيد په خپل شعرکې له ((ابن زياده )) مراد، پخپله ((عبيدالله بن زياد )) دى نه يې ورور (( د زياد اولادې ! پر تاسې د آل ابوسفيان دوستي واجب شوې ده )) بيا يې وويل : هلکه!خواړه راوړه او تر خوړو  وروسته يې شراب وغوښتل اوچې جام ګرځېده ،يزيد ساقي ته مخ کړ او ويې ويل :

 اسقنى شربة تروى عظامى     ثم مل فاسق مثلها ابن زياد

موضع العدل و الامانة عندى       و على ثغر مغنهم و جهاد

 داسې شراب راباندى وڅښه ،چې هډوکي مې ماړه کړي او له همدى يې ډک کړه او پر ابن زياد يې وروڅښه هغه ،چې مې عادل  اوامين  دى  او زما د ولجو، جګړې او جهاد  خواله ساتى .[687]

 د يزيد داخبرې د (( عبيد الله )) له حالاتو سره اړخه لګوي؛ نه يې له ورور (( سلم )) سره ؛البته  شونې ده ، چې يزيد لومړي دوه بيته يې په يوې ناستې کې يوه ته يې او دوه نوز بيتونه يې بل ته ويلي وي. ددې نظر موئد، په تذکرة الخواص کې د ابن جوزي خبره ده ،چې وايي : يزيد ، ابن زياد راوغوښت،ډېره شتمني  او انعامونه يې ورکړل،ځان ته يې رانژدې کړ،مقام يې ورلوړ کړ او خپل حرمسراى ته يې لار وکړه او د شرابي ناسې ملګرى يې کړ او يو شپه مست يې ، خپل  سندرغاړي ته وويل :  په سازکې يې ووايه اوپخپله يې با لبدا هه وويل :  استعني شربة … [688]

مولف وايي : دا و خپلو قومندانانو ته د يزيد انعامونه؛خو نورو پوځيانو ته يې انعام د بلاذري  په وينا دغسې و،چې وايي : يزيد ،ابن زيادته وليکل :

(( امابعد؛د لاس په نامه کوفيانو بدله ،سل په سلوکې ورزياته کړه !)) [689]

هو! په دې توګه، د حسين وژوونکي په ښادۍ او چړچو کې وسېدل ،تردې چې د خپلو کړو وړو نښې او اثار يې رابرسېره شول اوپه خپلو کړنو پښېمان شول.

٢_پښېماني

 ابن کثير او نور وايي : ابن زياد ،چې امام حسين او دهغه ياران ووژل او سرونه يې يزيد ته ورولېږل ، يزيد په پيل کې ترې خوشحال شو او د ابن زياد مقام يې لوړ کړ؛خو ډېر وخت تير نه و،چې پښېمانه شو اويې ويل : ((ابن زياد د حسين په وژنې ،په مسلمانانو کې مبغوض،منفور او کرکجن کړم او د دښمنۍ جرړې يې پکې وځغلولې او اوس نېکچاري اوبد چاري ټول مې دښمن بولي . [690]

او لکه چې د تاريخ په کتابونو کې راغلي، ابن زياد ،عمربن سعد او د رسول الله د اهل بيتو نور وژوونکي هم ، ګرد سره د حسين او دهغه د يارانو له وژنې  پښېمانه شول،چې د لنډيز لپاره ترې تېرېږو.

 پټه دې نه وي،چې دوى په پيل کې له ځان سره د مسلمانانو د دښمنۍ  په پار پښېمانه شوو او بيا يې پر ضد د پر له پسې  غورځنګو نو له امله پښېماني نوره هم زياته شوه .

د پاڅون اغېزې[691]

 د عاشورا پېښه د نورو پېښو پر خلاف ، د امام او يارانو پر شهادت پاى ته و نه رسېده؛ بلكې د لارې پيلامه وه ، چى د هغه ستر زوى (علي بن حسين، امام زين العابدين) او سترې خور بي بي زينب كبرا او نوره كورنۍ پردې لار ولاړه . خور يې په كوفه كې عبيدالله بن زياد ، په شام كې يزيد ته او هم امام زين العابدين چې په شام كې كومې ويناوې وكړې؛نو د خلكو شعور او وجدان يې راويښ كړ او د محمدى اسلام د ښكارندويانو “نبوى كورنۍ” حقانيت او د زور، زراو چل ول ( تزوير ) دپاسوالانو بدرنګه او دوه مخې څېره رابربنډه كړه.

امام له دې اګاهانه پاڅونه څو موخې درلودې او هغه دا چې له امام نه روايت شوى ، چى پېغمبر ( ص ) ورته ويلي و:

 ” …. تاته په جنت كې يوه درجه او مقام شته، چې ورته په شهادت رسېداى شې ” (1 )؛ نو ځكه الهي مكلفيت داسې پاڅون غواړي اوكه چېرې په جنت كې ځانګړو مقامونو او درجو ته رسېدل د دندې تر لاسه كول وي؛ نو دامام وظيفه د زماني شرايطو د غوښتې له مخې “شهادت غواړى پاڅون” و او بس همداراز سور مرګ  يې تر قيامته پورې خداى پاك ته د ډېرو بندګانو د تقرب او بښنې لامل دى.

 ( 2 ) _ اسلام يې د نفاق ، چل ول ، زور او استبداد له منګولو وژغوره او د غصب او په زور نيول شو يو خلافتونو حساب يې له اسلامه بېل كړ او د تل لپاره يې ورته د ” اولو الامر ” وياړن نښان واخست .

 ( 3 ) په مسلمانانو كې “نبوى كورنۍ” لازياته محبوبه او ګرانه شوه .

 ( 4 ) داسلام له دينه يې د ارتجاع ګواښ لرې كړ او دې پاڅون په مسلمانانو كې فكري او ښتون راووړ، چې دينې شعور يې راويښ شو ، تردې چې په راوروسته زمانو كې د غاصبو حاكمانو پر ضد  ډېر پاڅونونه وشول.

لكه پر 65 كال په كوفه كې د “توابينو خوځښت” د “يا لثارات الحسين” په شعار راووت او د واكمن له لښكر سره په “عين الورده” كې وجنګېد او ټول شهيدان شول.

بيا پر 66 كال په كوفه كې د “مختار خوځښت” پيل شو، چې د امام حسين ټول قاتلين يې ووژل او ورپسې علوى خوځښتونه پيل شول؛ لكه د “زيد” او زوى “يحيى” پاڅونونه.[692]

او د دې ټولو په پاى كې د عباسيانو خوځښت و، چې د “آل محمد” په نامه يې مبارزه پيل كړه او اموي خلافت يې راوپرځاوه او عباسي خلافت يې ځاى ونيو.[693]

د غزل بابا وايي :

ظالمان په ايماندارو نشي كړى حكمرانى
 د ظالم ظلم ته غاړه كله ږدي مسلمانى
 ( 5 ) _ د جهاد ، سر ښندنې او د حق په لار كې د “ځان تېرېدنې ښوونځي” بنسټ يې كېښود او د نړۍ مظلومانو ته يې د ظالمانو له جغ نه د ژغورنې لار وښوده .

حمزه بابا وايي :

حقيقي مسلمان نه دى دا ايمان څه ايمان نه دى
چى حسين غوندې يزيد ته ټينګ ولاړ په ميدان نه دى 
له يوې خوا دا ټول پاڅونونه د امام حسين له شهادته راولاړ شول او بلخوا د نبوي كورنۍ امامانو،چې څه وكړل؛ نو دا ټول د دې سبب شول، چې محمدي شريعت بياورغېږي او اسلامى احكام خپاره شي.

د امام د شهادت بله اغېزه داوه، چې تر هغه وخته پورې اسلامي حكم، په خلافت پورې تړلى و او څه به چې خليفه ويل، هغه به اسلامي احكام وو؛ خو د يزيد په زمانه كې، دين له خلافته بيل شو، د امام تر شهادت وروسته عالمان؛لكه مالك بن انس او ابوحنيفه (چې بيا وروسته د امامانو په نامه ياد شول) رحمة الله عليهما له خلافته خپله لار بېله كړه او له هماغې ورځې سياست له دينه بيل شو.[694]

 ( 6 ) _هغوى يې تر ابده نهيلي كړل،چې په بشري ژوندانه كې يې د اسلام د تتولو او منځه وړو هو ډ كړى و.

  ( 7 ) _ خپل ځان ، ياران ، نبوى كورنۍ او اسلام يې تلپاتې كړل او د بشري ژوند تر پايه يې د ” محمدى اسلام ” څېره ځلانده انځور كړه،

د غزل بابا وايي :

كه يزيد په كربلا كې ظلم كړى له حده تېر
شهامت به دحسين څوك تر قيامته نه كړى هېر
په ژوندي حسين څه وشو ؟ د مزار قدرى ګوره

چى بيا به يې له ځوځاته د امت مهدي راپاڅي اود تاريخ له ټولو ظالمانو به د مظلومينو غچ اخلي او بيا به د عدل نړيوال حكومت جوړوي!

حافظ الپوري وايي :

د عادل مهدي په عدل به بدل شي _ مخ د ځمكې درست له ظلمه پيمانه 

 ابن عباس ( رض ) ويلي: خداى تعالى خپل پېغمبرته وحې وكړه، چې ما د يحيى بن زكريا د مړينې په غچ كې اويا زره تنه ووژل او همداراز به ستا د لور د زوى ( حسين ) دوينى په غچ كې د هغه دوه ګرايه ووژنم .[695]

له عاشورا عبرت

 د تېرو پاڼو تر لوستو وروسته اوس په ځير سره د عاشورا زړه بوږنوونكې پېښې ته ګورو او د صدر اسلام معما ډوله پېښې په موشګافۍ سره څېړو،چي دا څه وشول؟ څنګه هغوى چي ځان د پېغمبر امتيان ګڼل، د خداى د رضا لپاره په تېرو تورو،چړو او غشو يې د پېغمبر لمسى او كورنۍ غلبيل غلبيل كړه ، هغه لمسى چي حق يى وايه او د ظلم او نفاق د ځپلو لپاره له غښتلي منطقه هم برخمن و.

په ويښته د محمد  يې وركول چـــــــــــــې خپل سرونه

د حسين سر وړى يزيد ته نـــــــــــــــن د هغوى اولادونه

څومره فرق څومره ژر راغى مسلمانه ستا په حال كې

چې هېڅكله ګرځېده نه د چا فـــكر د چا خيال كــــــې

 د غزل بابا وايي :

اوښكې كډې باروي طوفان د غم شو
شو تازه د زړه زخمونه محرم شو
يو په دوه مې په دې غم د زړګي دم شو
لاسوا مې له دې دمه د زړه غم شو
نن به نه ګڼې دا غم چې پرونى دى
ګويا هر پروسكال يې سګنى دى
زما ضبط او اسويلي مشت اوګرېوان دي
وس ترې درومي كه زبېرګې مې په زړه ګران دي
د زړه څاڅكي د سلګو سره لړزان دي
سترګې دوى ته هغه سترګو ته چشمان دي
ابتدا د غم كومه نوى كال دى
په اول چې زړه خفه شي  بيا خوشحال دى
څوك چې ډېر د امام غم كا ډېر خوشحال شي
دايمان شجر په دې اوښكو نهال شي
د سرور لباس ګنډلى په ملال شي
نقصانونه پېوندونه د كمال شي
اوښكې چرته د ميېن د زړه په تل کې
مينه نه پرېږدي تراوه په خپل محل کې
لوى زنځير درسالت وته نظر كړه
سلسلې د هدايت وته نظر كړه
ولايت او امامت وته نظر كړه
د شروع نه نهايت وته نظر كړه
انبياخداىء خو هميشه د تخم كر كا
امامان يې بيا په وينو او به خور كا
مكمل چې هدايت لره معيار شو
د عاقل فطرت نه خوب ولاړو بېدار شو
دانسان د ارتقاخداىء سرك تيار شو
د ملك نه د خاكي مخکې رفتار شو
وروستو پاتې د صفاتو رنګينۍ شوې
چې حاصل د ذات د وصل شيرينۍ شوې
چې اسلام له محمده مكمل شو
خود پخپله په نبيانو کې افضل شو
اخر کې و، راغلى خو اول شو
اولين او اخرين چې راز و، حل شو

دا بايد څرګنده كړو، چې څنګه “محمدي انقلاب” ته تسليم شوي عناصر د انقلاب او اسلامي خلافت وارثان كېږي ؟ دلته بايد د ټولنپوهنې او ارواپوهني له اړخه مساله وڅېړو. مساله پردې نه حليږي، چي موږ له امام حسين نه د يو وګړي په توګه ملاتړ وكړو او يزيد هم د يو وګړي په توګه وغندو؛ بلكې امام حسين تر پېغمبراكرم وروسته د سمو احاديثو پر بنسټ له دولس ګونو امامانو درېم امام،د اسلامي خلافت (هغه خلافت،چې پېغمبر اكرم يې په حاكميت كې اسلام سرلوړى بولي) ممثل او ښكارندوى او د پېغمبراكرم د جرات، مړانې او سخا ښووونكي دي او مقابل لورى يې (يزيد) د پاچاهي جريان بېلګه، د عربي نشنليزم لاروي، د استبداد نښه او د دې طرحې پايله وه، چې “نبوت او خلافت دواړه د بني هاشمو نه رسي، نبوت دې د بني هاشمو وي او خلافت دې په قريشو كې لاس په لاس شي” (1)

ارواښاد ګل پاچا الفت وايي[696]

يزيد نوم د استبداد دى د سمبول په حيث جهان ته
 حسين ډېر اعلي مثال دى د ايمان اهل ايمان ته

امام حسين په خپل پاڅون سره وښووله،چې كه هر څوك واكمن شي،د مسلمينو  “ولي امر” كېداى نشي؛ بلكې د امام په وينا “مشر هغه دى چې د خداى پر كتاب پوه، پر الهي احكامو عامل او په رعيت كې عادل وي “

ګل پاچا الفت وايي[697] :

مؤمن كــله شي منلى يو مطلق امريت

اولو الامر د اسلام دى مقيد په شريعت

موږ بايد نصوصو ته مراجعه وكړو ،چې پېغمبراكرم تر ځان وروسته د مشرۍ لپاره كومې سپارښتنې كړي؟ د نبوي كورنۍ مقام څه دى؟ او بيا ددې نصوصو په رڼا كې تر پېغمبر اكرم وروسته، چې څه پېښې شوي ورسره پرتله كوو او پر پايلو يې ځان پوهوو او بيا داسې دريځ ونيسو،چي ځان له صدر اسلام سره ونښلوو.

 اوس مسلمانان راويښ شوي او پوهېږي،چې زموږ هر اړخيزه نادودې د پېغمبراكرم پر دې حديث ولاړې دي چې:

 “زما په امت كي دوه ډلې دي،چې د هغوى په سمون او وړتيا امت هم سمېږي او پر فساد يې هلاكېږي او هغوى مشران (واكمن) او عالمان (پوهان) دي. “

ارواښاد ګل پاچا الفت وايي[698] :

سياست اسلامي نه وي كه اسلام وى سياسي
سياست د دين خدمت كې سياست دى اسلامى     
 د پېغمبر اكرم د پورته حديث په رڼا كې موږ بايد پر تاريخ باندې د واكمنو چارواكو ژوند ليك او هر اړخيزې كړنې تر څېړنې لاندې ونيسو،چې ايا واكمنو د سمو او صحيحو احاديثو لاروي كړې كه نه ؟ او بيا هغوى چې عالمان وو، د واكمنو پر وړاندې يې څه دريځ و؟ هر څه يې چې ويل د اسلام په نامه يې تاييدول او كه نيوكې يې كولې او د “محمدي اسلام” لار يې ښووله؛نو ځكه هغه څه چې نن موږ ته په تبليغاتو، مذهبي نصاب، حكومتي سيستمونو او رسمي منبرونو كي ويل كيږي،څومره له “محمدي اسلام” سره اړخ لګوي دا رښتينى اسلام دى كه  دولتي او تبليغاتي ؟ [699]

 خپلې خبري راټولوم او وايم:

 الف _ د واكمنو په باب تاريخي څېړنې او شننې ته اړه ده، په دې باب هر څوك څېړنه كولاى شي او قضاوت په هرچا پوري اړه لري.

 ب_ پر دين باندې د پوهېدو لپاره لازم دي، چې د “اسلامى مذاهبو د پيوستون”  نړيوال ټولنيز او غير سياسي خوځښت پيل شي او د اسلامي ټولو فرقو او مذاهبو پوهان، حديثپوهان، تاريخپوهان او ټولنپوهان پكې راټول شي او د وخت له غوښتنو سره سم ديني پوهه راوړاندي كړي او بيا د دغسې پوهې په رڼاكې د ټولنو د سمون لپاره خوځښتونه پيل شي.

ګل پاچا الفت وايي[700] :

انتقام د حسيـــــــــــــن واخله د خپل عصر له يزيده

ورك د ځمكي خدايان كړه ا لهام واخله له توحيده

د امام حسين په وير اوښكې

پر يزيد باندې وريږي تر قيامته نفـــــرتونه

د حسين په غم كې ژاړي جهانونه عالمونه

امام حسين “رض” د عاشور پر ورځ مظلومانه شهيد شوى،چې په دې عمل اسلام او مسلمين بې حرمته شول او د پېغمبر صلي الله عليه و اله او دين درناوى له منځه ولاړ او امام حسين خداى او پېغمبر ته ډېر ګران و.

ابن مغازلي شافعي فقيه په المناقب (370 _ 379 مخونه) كې د امام حسن او امام حسين د فضايلو په باب ډېر روايتونه راخستي دي، په “الجمع بين الصاح السته ” كتاب كې له “ابو سعيد خدري نه روايت شوى چې: “حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي.”

 دا حديث ترمذي، ابن ماجه، حاكم،  ابو نعيم، خطيب ، ابن حجر  ، متقي ، ابن عساكر، طبراني،  نسايى او محب طبري هم راخستى دى او زياتوي،چې پېغمبر اکرم به حسنين پر اوږو او سينه كېنول او په لمانځه كې يې پر شا سپرېدل او سجده به يې دومره اوږدوله، چې خپله له شا كېوځي؛ لكه چې حاكم په مستدرك الصحيحين[701]كې په خپل سند روايتوي چې: په رسول اكرم پسې مو د ماخوستن لمونځ كاوه او چي آنحضرت به سجدې ته ولاړ، حسن او حسين به پرې سپاره شول او چي پورته كېده؛ نو دواړه يې په ورو پر ځمكه كېنول بيا به يې ځان سماوه، چې جګ شي او همدغسې په ټولو سجدو كې، ما د لمانځه په پاې كې آنحضرت ته وويل يا رسول الله ! اجازه راكوئ دا ماشومان خپلې مور ته يوسم ؟ويې ويل نه؟ ناڅاپه يوه رڼا پيدا شوه او رسول اكرم  وويل: خپلې مورته ولاړشئ او  رڼايى تر هغه د پښو په مخ كې روانه وه، چې كورته ورسېدل.

 دا روايت د سند له پلوه سم دى، احمد بن حنبل (مسند  9/18) متقي هندي (كنز العمال 7/10 مخ) او هيثمي (مجمع الزوايد) راخستى دى او بيهقي (سنن 2/63 مخ)  په خپل سند له زر بن حبيش نه د دې حديث په څېر يو روايت راوړى؛خو په وروستۍ برخه كې يې زياته كړې،چې آنحضرت د هغو خلكو د غوښتنې په باب چې دا ماشومان له پېغمبر اكرم نه لرې كړي ويلي دي: دا دواړه كوچنيان مې پريږدئ، له دوى نه مې مور و پلار ځار شه، د هر چاچې زه ښه ايسم؛ نو دا دواړه دې يې هم ښه و ايسي. ترمذي (صحيح 2/24 مخونه) ابن ماجه (صحيح) احمد حنبل (مسند 5/369 مخ) ابو داود طيالسي (مستدرك طيالسي 10 /332 او 327 مخونه) بيهقي (2/213 مخ) او متقي هندي (كنزالعمال 7/108 مخ) روايتونه راوړي،چې لنډيز يې دادى: روايانو ليدل، چې آنحضرت (ص) په وړوكتوب كې د حسين لاسونه نيول او پښې يې پر خپله سينه کېښوولې او ويل يې: “حزقه، حزقه ترق عين بقه”؛ يعنې “كوچنيه كوچنيه پورته راشه اي دماشي سترګې.”

 په دې وروستيو كې جوته شوې چې د ماشي سترګې  د غلبېل په څېر سوري سوري دي او ځيني عالمان وايي،چې دا تعبير د امام حسين د شهادت او د بدن د سوري سوري كېدو وړاندوينه وه.

(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٦٧ مخ) په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي :له رسول الله (ص) سره مو د ماسخوتن لمونځ کاوه؛سجدې ته به چې تله؛نو حسن او حسين به يې پر شا سپرېدل او چې راپورته کېده به نو؛هغه دواړه به يې ارام په ځمکه ايښوول او بيا به جګېده او دا چار  په ټولو سجدو کې و. د لمانځه په پاى کې مې ورته وويل : رسول الله اجازه راکوئ،چې  دا ماشومان يې مور ته بوځم ؟ ويې ويل : نه ! ناڅاپه مې وليدل،چې برښنا راښکاره شوه او د خداى رسول وويل : ځئ ! مور ته ولاړ  شئ او برښنا يې مخه روښانه کړې وه،چې کور ته ورسېدل . (دا حديث صحيح سند لري)

(احمد بن حنبل؛مسند :دويم ټوک،٥١٣ مخ)، (متقي؛کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٩ مخ)،(هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٨١ مخ کې) راوړى دى، (بيهقي؛سنن :دويم ټوک،٢٦٣ مخ) په خپل سند له زر بن جيش نه دې ورته يو روايت راوړى دى؛خو په پاى کې يې رسول الله د هغه خلکو په ځواب کې،چې ماشومان يې کور ته رسول غوښتل،ويلي دي : دا دوه ماشومان ما ته پرېږدئ ،مور و پلار مې ترې ځار وي ،څوک چې له ما سره مينه کوي،له دې دوو سره دې هم مينه وکړي .

(ذخائر العقبى :١٣٢ مخ) ، (کنزالعمال : اووم ټوک،١٠٩ مخ) ، (هيثمي؛مجمع : درېم ټوک،١٨٢،١٨١ او ١٧٥ مخونه) ، (نسائي؛ صحيح :لومړى ټوک،١٧١ مخ) ،(مستدرک :درېم ټوک،١٦٥،٦٢٦ مخونه)، (احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،٤٩٣ مخ)، (بيهقي؛سنن : دويم ټوک،٢٦٣ مخ) ،(اسدالغابه :دويم ټوک،٣٨٩ مخ ) او (کنزالعمال: اووم ټوک،١٠٩ او ٢٢٢ مخونو) په دې باب روايتونه رانقل کړي دي،چې د لنډيز لپاره يې له راوړو ډډه کوو .

(صحيح ترمذي :دويم ټوک،٣٠٦ مخ) ،(نسائي؛صحيح ،لومړى ټوک،٢٠٩ او ٢٣٥ مخ) ،(ابو داود؛صحيح :شپږم ټوک،١١٠ مخ) ، (مستدرک :لومړى ‌ټوک،٢٨٧ مخ او څلورم ټوک،١٨٩ مخ) ، (احمد بن حنبل؛مسند :پينځم ټوک،٣٥٤ مخ)، (بيهقي؛سنن :درېم ټوک،٢١٨ مخ او شپږم ټوک،١٦٥ مخ)، (اسدالغابه :دويم ټوک،١٢ مخ) ،( ابن جرير؛تفسير : ٢٨ ټوک،٨١ مخ) ، (کنزالعمال :اووم ټوک، ١٠٨ مخ)، (سيوطي؛درمنثور : د تغابن د سورت تر ” انما اموالکم و اولادکم فتنة” تر آيت لاندې ) ، (مستدرک،درېم ټوک،١٦٨ مخ) او (عسقلاني؛فتح الباري : اتم ټوک،١٠٠ مخ) په دې مضمن روايتونه رانقل کړي دي،چې رسول الله په خطبه و او حسن (او بله ورځ حسين) او (په بله ورځ دواړو) د رسول اکرم خپرې پرېکړې،لاندې راکوز شو،ماشومان يې په غېږ کې ونيول، و يې ويل:د دوى د ژړا د غږ د اورېدو وس نه لرم .

(اسدالغابه :دويم ټوک،١٩ مخ) له حضرت ابي هريرة او (کنزالعمال :درېم ټوک،١٥٤ مخ) له ابي ذر او  (ذخائر العقبى :١٣٤ مخ) له جعفر بن محمد او (کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٧ مخ) له حضرت علي (ک) نه په دې مضمون روايتونه رانقل کړي دي،چې څو ځل ځل حسن او حسين سره غېږ په غېږ شول،چې سيالي وکړي،رسول الله به د حسين پر ځاى حسن هڅاوه او دا چې فاطمې – يا علي – يې ترې علت وپوښت و يې ويل :ځکه جبرائيل حسين هڅوي؛نو زه حسن هڅوم .

 (صحيح ترمذي:دويم ټوک،٢٤٠ او ٣٠٧ مخونه) ،(صحيح ابن ماجه) ، (احمد بن حبنل؛مسند :پينځم ټوک،٣٦٩ مخ) ، (طيالسي؛مسند :لسم ټوک،٣٣٢ او ٣٢٧ مخونه)، (بيهقي؛سنن :دويم ټوک،٢١٣ مخ)  او (کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٨ مخ) روايتونه راوړي دي،چې لنډيز يې دادى،چې حسين وړوکى ماشوم و،چې رسول الله (ص) به له لاسه نيوه،د هغه پښه به يې پر خپله خېټه ايښووه او تر اوږو به يې جيګاوه، ويل يې : (حزقه حزقه .ترق عين بقه –ماشومه !ماشومه ! راوخېژه اى د ماشي سترګې) او ځنې عالمان وايي،چې د پېغمبر اکرم دا خبره يې د امام حسين د شهادت او بدن د سوري سوري کېدو وړاندوينه ده؛ځکه اوس برسېره شوې ده،چې د ماشي سترګې سورۍ سورۍ ده –په دې ټولو روايتونو کې راغلي دي،چې ويلي يې دي : (خدايه ! هغه مو ښه ايسي ستا دې هم هغه ښه و ايسي،چې دى يې ښه ايسي)

د غزل بابا وايي :

واوره د جرس نه د فطرت چې څه صدا راځي
ګوره دا كاروان د سړي توب چې په ژړا ځي
غريو نيولي ستوري ترې په مخکې په ژړا ځي
څنګه ټپرېدلې قافله د سپين سبا ځي
اووايه فطرته چې د ژوند حقيقتونه
څرنګه نن واړه په طرف د كربلا ځي
بعد په ازل او په ابد کې پاتې نه شو
داسې ابتدا وه چې يې حد تر انتها ځي
وركې د “امثالو ” نه جوړ نن خپلې هستۍ دي
بېرته “عقل كل” ته ځكه واړه وارخطا ځي
نن انسانيت حېوانيت سره پرې كيږي
نن تيرې تيارو ته رڼا لورته د رڼا ځي
شوې په اننګو د سړي توب کې ډيوې بلې
ځاى د قربانۍ ته چې زامن د مرتضى ځي
 او په دې ټولو رواياتو كې راغلي، چې آنحضرت (ص) ويلي: “خدايه هغه راته ګران دى او چا ته چې حسين ګران وي؛ نو ته هم دا ګران وګڼه”

 دا چې حسين د عرش ښكلا يا د عرش غوږوالۍ ده، په دې باب نهه روايتونه راغلي، ځينو حنابله وو په “نهايت الطلب وغايه السوال “كتاب كې پخپل سند له ابن عباس نه روايت كړى چې وايي: له پېغمبر اكرم سره ناست وم،چې امام حسين يې په ښي زنګانه او خپل زوى ابراهيم يې په كيڼ زنګون كېنولى و، كله يې حسين او كله يې ابراهيم ښكلاوه، دا مهال جبراييل راغى ،ويې ويل: محمده! خداى درته  سلام وايي او وايي چې دا دواړه زامن دې نه پاتې كېږي او يو درنه اخستل كېږي؛ نو سوچ وكړه،چې كوم يو درته پاتې شي؟ پېغمبر اكرم حسين او ابراهيم دواړو ته وليدل، ويې ژړل او ويې ويل، كه حسين ومري؛ نو زما، د علي او  فاطمې درې واړو زړونه پرې خوږيږي؛ خو كه ابراهيم وفات شي؛ نو يوازې زه پرې دردېږم؛ هغه وو، چې د ابراهيم وفات يې ومانه او له حسينه يې ځار كړ او درې ورځې ورورسته ابراهيم ناروغ شو او وفات شو او بيا چې حسين پېغمبر اكرم ته راته؛ نو ښكلاوه يې او په سينې پورې به يې ټينګ نيوه؛ خو له او غاښونه به يې ورته رول او ويل يې “فديت من فديه يا بني ابراهيم” له داسې چا ځار شم، چې خپل زوى (ابراهيم) مې ترې ځار كړ.[702]

 خطيب په خپل سند له سعيد بن جبريل له ابن عباسه روايتوي چې: خداى تعالى محمد ته وحې وكړه، چي د يحيى بن زكريا د وژنې له امله  مې اويا زره تنه هلاك كړل او ستا د لور د زوى په بدله كې به دوه ګرايه هلاك كړم ”  امام بخاري په خپل سند له ابن نعيم نه روايت كړي: له عبدالله بن عمر رضى الله عنهما سره وم، يو چاترې د مچ د وينې پوښتنه وكړه، ده ترې وپوښتل چې ته د كوم ځاى يې؟ ورته يې وويل: عراقى يم. عبدالله بن عمر رضى الله عنهما ناستو خلكو ته مخ كړ، ويې ويل: دې سړي ته وګورئ، چې د مچ د وينې پوښتي، حال داچې د پېغمبر د زوى وينه تويوي او پخپله مې له رسول كريمه اورېدلي دي، چې “حسن او حسين زما د دې نړۍ دوه  ريحانې (د ګلونو غونچې) دي.”

امام بخاري دا حديث په بله طريقه د “بد الخلق” په برخه كې د حسن او  حسين دمناقبو په باب كې راوړى، دغسې ترمذي (صحيح 2/38 _93 224 _ 153 مخونه) هم نقل كړى دى.

 ابو نعيم اصفهاني (حليه الاوليا 3/201 مخ) پر خپل سند له حضرت جابر نه روايتوي، چې رسول اكرم حضرت علي (ك) ته وويل: “زما د دوو غنچو پلار! پرتا دې سلام وي ، ستا دوه ستنې ژر نړيږي او تا پر خداى سپارم” او كله چې رسول اكرم رحلت وكړ، علي (ك) وويل : يوه ستنه مې ولوېده او چې فاطمه ولاړه؛ نو دويمه ستنه مې هم ونړېده امام احمد بن حنبل (مسند 19مخ) روايوي،چې وايي: ان من دمعت عيناه لقتل الحسين دمعه او فطرت قطره لواه الله عزوجل الجنه

 “د حسين پر وير پر يوه اوښكه هم خداى سړى جنت ته وړي”.

 “الجمع بين الصحاح السته ” د حسين او حسن د مناقبو په باب روايتوي چې: پېغمبر مې په خوب كې وليده، چې ژاړي، ورته وويل شو رسول الله ! ولې ژاړې ؟ويې ويل: څه موده وړاندې حسين ووژل شو.[703]

له وكيع بن جراح له عبدالله بن سعيد له پلار يې له حضرت عايشې بي بي بيا له حضرت ام سلمه امهات المؤمنين نه روايت كړى، چې پېغمبر اكرم له دې دواړو يوې ته وويل: دې كوټې ته يوه پرښته راننووته، چې كله هم  نه وه راغلې او راته يې وويل: دا زوى (حسين) دې وژل كېږي؛ نوكه غواړې پر كومه ځمكه وژل كېږي هغه دوښيم؛ نو سره بخنه خاوره يې راويسته.

 دا روايت هيثمي (مجمع الزوايد 6/ 187) هم راخستى او دا غمناك خبر څو څو ځلې جبراييل امين آنحضرت (ص) ته هم ويلى.

 طبراني په المعجم الكبير كې له احمد بن رشد له عمرو بن خالد حراني له ابن لهيمه له ابي الاسود له عروجه بن زبير له عايشه ام المؤمنين نه روايتوي چې: حسين بن علي رضى الله عنه په داسې حال كې آنحضرت ته راغى،چې پرې وحې راغلې وه، هغه د پېغمبر پراوږو كېناست او پېغمبر ورته ملا ټيټه كړه او لوبې يې كولې، جبراييل آنحضرت ته وويل: ايا دا درته ګران دى؟ پېغمبر وويل “ولې به راته ګران نه وي؟ جبراييل وويل: هغه به تر تا وروسته ستا امت ووژني؛ نو جبراييل خپل لاس اوږود كړ او سره بښنه خاوره يې راوړه،ويې ويل: ستا دا زوى پردې ځمكه وژل كېږي او نوم يې ” طف “دى . “طف”؛ يعنې د فرات تړانګه. همدا چې جبراييل له آنحضرته ولاړ؛ نو خاوره يې پر لاس وه او ژړل يې او ويې ويل : عايشې ! جبراييل خبر كړم،چې حسين زوى دې د طف پر ځمكه د فرات پر غاړې وژل كېږي او زما امت تر ما وروسته پر فتنه اخته او له ازمېينې سره مخېږي. عايشه ام المؤمنين وايي : پېغمبر په ژړا له كوټې ووت او د يارانو ډلې ته ورغى، چې علي ،ابوبكر  عمر ، حذيفه او ابوذر (رضى الله عنهم) پكې وو . پېغمبر اکرم ورته ويل: دا دې جبراييل خبر كړم چې حسين زوى دې تر تا وروسته د “طف” پر ځمكه وژل كېږي او دا خاوره يې ماته راوړې او زه يې خبر كړم، چې قبر به يې هم هلته وي.[704]

اى هغه چې ته يې له نبي نبى له تانه
 اى چې مور او پلار نبي په تا قربانول
اى د حوصلى همت مړانې د نګه غره
ستا سره ډغره خپل تندى وو ماتول
اى هغه، معيار د قربانۍ دې چې اكمل كه
خيرى، د اسلام د ايېنې دې وزد وېل
اى ته د بتول په مقدسو شودو لويه
برخه دې و پاك نبي په دوش وو سپرېدل
ته وې چې پاكان دې پرې اتلس قرباني كړل
چې پرې بنيادونه د اسلام يې نړول
اى چې قافله دې شوه تالا په دې مقام کې
راغله ستا سلام ته ، قافله د پښتنو ده
تا ته وسيله مو د قېدي زېن العباده
مونږ ته نظر بويه زمانه د زولنوده
لرى افتونه چې زمونږ د دين دنيا شي 
راكړه محبت چې وظيفه دمېړنو ده
ستاسو په الفت کې چې هم سوځوهم ګډېږو
خو ښه زمونږ دغه مشغله د سپېلنو ده
مونږ ته هم جذبې د قربانۍ نه برخه راكړه
بس دغه ارزو د ښكلي دين د لېونو ده
اى چې دې احسان په سړي توب دى تر قيامته
اى د قربانۍ د دوه ليمو نظر حسينه
مست چې د انسان ضمير په ميو ددنيا شو
تا دا بې خبر كړو په ايثار خبر حسينه
غوټه ستا جبين چې شو ، تيرې وبوږنيدې
رادې وړ د رشد او هدايت سحر حسينه
تېر شوې له عباس او له اكبر او له قاسمه
لاس شول درنه غوڅ او هم نظر ځيګر حسينه
جار دې له مړانې چې دې هر څه قرباني كړل
ټيټ دې د ګمراه په مخکې نه كړو سر حسينه
هره خواته خپره پر ېشاني او ځان ځاني ده
پاتې په مسلم کې جمعيت او نه طاقت دى
مړې د زړه ډيوې شولې تياره ده په محفل کې
تللى دلوګي غوندې الفت او اخوت دى
مرسته يې حاصله د صليب او د ګرجې نه
وينو چې پشتي يې د عيسى همه امت دى
خپل مهدي ته اووايه چې راشي دې دجال ته
اوګڼي روان د فنا لور ته دا ملت دى
عرض مې په اخر کې درته دا په ډېر نياز دى
پورته دې هر لوري ته نښان د”بې نوا “شي
ستا د ديد ارمان يې چې په زړه وړى عقبى ته
داسې الفاظ نشته وضاحت يې چې له ماشي
ګير يو په تيرو د ابتلا کې اى امامه
پورته دې نقاب كړه د جبين نه چې رڼا شي
وايه مصطفى او مرتضى او مجتبى ته
هم پاكې بتول ته دا تيرې چې وار خطا شي
بيا هغه ساقي هغه محفل وي هغه مى وي
بيا هغه ماښام هغه رندان هغه صبا شي
  دا چې جبراييل امين پېغمبر اكرم د امام حسين له شهادته خبر كړ او د كربلا سره بښنه خاوره يې ورته راوړې وه، په دې باب اتلس روايتونه راغلي.

 علي (ك) چې د امام حسين د شهادت په باب وړاندوينه كړې، شپږ روايتونه نقل شوي او دا چې رسول اكرم فرمان صادر كړى، چې له حسينه به ملاتړ كوئ،يو حديث نقل شوى او دا چې رسول الله صلى الله عليه و آله د  حسين خاوره ام سلمه رضى الله عنه ته وركړه، چې هر وخت سره شوه؛ نو پوه شه، چې زما حسين به يې وژلې وي او د شهادت په وخت كې د ام سلمې او عبدا لله بن عباس د خوبونو ليدل پينځه احاديثه نقل شوي دي.

 مسلم په صحيح كې د دخان 29 ايت (فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاء وَالْأَرْضُ) په تفسير كي ويلي ” حسين بن علي،چې ووژل شو؛ نو اسمان پرې وژړل چې ژړا يې سوروالى و.

 امام سيوطي تر همدې آيت لاندې او طبري هم په خپل تفسير كې دا روايت نقل كړى چې ؛ امام ثعلبي د همدې آيت په تفسير كې ويلي: د حسين له وژنې مخكې د شفق سرخي نه وه او همداراز امام ثعلبي روايت كړى چې؛ مطرنا دما بابا قتل الحسين ، د حسين د وژنې پر ورځ پر موږ له اسمانه د وينو باران وورېده”[705]

 دا چې پيريانو د امام حسين په وينو او ماتم ژړلي، پينځه احاديث راغلي، همداراز د عاشورا پر ورځ چې لاندې نښې نښانې پېښې شوي شپږويشت احاديث راغلي دي :

  1 _ د كسوف پېښېدل .

 2 _ د وينې ورېدل

 3 _ د شفق سره كېدل

 4 _ د يزيد د لښكر د خوړو ايره كېدل

 5 _ په بيت المقدس، شام ، خراسان او د كوفې په دارالاماره كې د وينې خوټېدل .

 6 _ د عبيدالله بن زياد پر مخ د اور د لمبې راتلل

 7 _ كوفې ته د شام پر لار په لومړني رباط كې، له دېوال ځنې د لاس راوتل او پرې د شعر ليكل.

 8 _ خلكو به د حسين په ماتم كې شعرونه اورېدل،بې له دې چې ويونكي يې وګوري.

 9 _ د امام حسين پر غلا شوي اوښ د اور لګېدل.

 10 _ په ديګ كې د پيسو كودڼې كېدل.

 11 _ د امام حسين د غوڅ شوي سر خبرې كول.

 يادونه: د عاشورا د ورځې درناوى دادى چې د امام حسين پر وير خپګان ښكاره شې او د دې ورځو تعظيم په هغو اعمالو كې دى، چې له همدې ورځې سره اړخ لګوي. د پېغمبر (صلى الله عليه واله) له كورنۍ سره مينه، د خداى او پېغمبر  سپارښتنه ده .

د غزل بابا وايي :

چې هر څوك د پنجتن نه لري ياري
مرګ  د روح يې دى له دغې بيماري
د كور خلق برابر د پردو نه وي
زه اول يم تنج تني بيا جار ياري
چې احمد علي زهرا حسين واړه
اولى نه ګڼي عبث كوي خواري
پس د دوى نه مې پسند واړه اصحاب دي
چې لري په تابعينو سرداري
   زه حمزه د بو تراب د در تراب يم
  چې يې قيض تر قيامته دى جاري

نو پر مسلمانانو لازمه ده، چې په دې ورځ داسې اعمال تر سره كړي، چې د وير او ماتم ښكارندوى وي. ځينې په دې ورځ روژه نيسي؛ خو لاندې روايتونو ته ځير شئ:

 حميدى په الجمع بين الصحيحين كې د عبدالله ابن عباس ” رض ” له مسند نه روايتوي: د پېغمبر اكرم په مخ كې د عاشورا د روژې په باب يادونه وشوه، پېغمبر ويل: په دې ورځ په جاهليت كې خلكو روژه نيوه؛ نو تر دې وروسته د هر چا خوښه چې روژه نيسي که نه .[706]

 بيا حميدى د عبدالله بن مسعود په مسند كې په نولسم حديث كې له اشعث بن قيسه روايت كړى: علي بن مسعود ته ولاړم ، ګورم چې د عاشورا پر ورځ روژه نه دى، ورته مې وويل : ابو عبدالرحمنه ! نن د عاشورا ورځ ده ولې روژه نه يې؟ ويې ويل: د رمضان مياشتې تر نازليدو مخكې د عاشورا پر ورځ روژه نيول كېده؛ نو دا چې د رمضان مياشتې روژه نيول فرض شوه؛ نو د عاشورا  روژه پرېښوول شوه.[707]

 او په همدې كتاب كې دا روايت له عبدالله بن عمر ” رض ” نه هم راوړل شوى دى.  

 په نبوي كورنۍ كې امام حسين له ځانګړنو برخمن و او د پښتنو په اصطلاح د انځر ګل و. د حسين زوكړه او وژنه دواړه پر ژړا وې.

 په زوكړه كې يې پېغمبر وژړل او پر شهادت يې ځمكې او اسمان (1). له اسمانه وينې ووريدې (2) د كايناتو د لر او بر افق سور رنګى شو (3).

امام زين العابدين (امام سجاد علي ابن الحسين) ويلي:

“څوك چې زموږ پر مصيبتونو يو څاڅكى اوښكه تويه كړي، خداى به ورته جنتي كوټه وركړي”. 

 امام صادق وايي: (الف) ” د چا په مخ كې، چې د امام حسين نوم واخستل شي او د مچ وزر هومره اوښكې تويې كړي، خداى به يې جنتي كړي.

د غزل بابا وايي :

هغه حسن چې په ذات د كبريا کې ځلېده
هغه نمر چې په افق د منشاخداىء کې ځلېده
هغه نور چې د هستۍ په ابتدا کې ځلېده
دعدم وجود په لا او په الا کې ځلېده
جوړه ديد لره خالق ئې ايېنه كړه د هستۍ
بيا په خپل حسن سينه يې ګنجينه كړه د هستۍ
دغه حسن و نبي چې ئې كامل انسانيت كړ
په دربار د سړي توب کې ئې سرخم ملكيت كړ
په اخلاقو د خالق ئې چې د خلقو تربيت كړ
د الحادو كفر شرك ئې له دنيا لرى لعنت كړ
په هموو لويو  لويو مرتبوئې دې نمانځلى
بس خو يو له خدايه پسته دې په ټولو کې ښاغلى
ميېن توب و او كه مينه وه كه رازو كه نيازو
 (ب): “بنده ته هر ډول بې صبري او ژړا ناسمه ده؛ خو د حسين بن علي په باب ا لهي اجر او بدله لري” (6) [708]

 ( آل عمران/144): ((وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ = او محمد(ص) يوازې د خداى استازى دى او تر هغه مخكې هم (نور) استازي وو؛ نو كه (هغه) ومري يا ووژل شي؛ تاسې پر شا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ،جاهليت او كفر ته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې (له خپلې عقيدې) واوړي (؛نو پوه دې شي،چې) خداى ته هيڅ زيان نشي رسولاى او خداى به ډېر ژر شكر ايستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي .))      

  د غزل بابا وايي :

دا ستمونه چې په ال د مصطفى شوي دي
په ويړ جهان کې راته وايه چې په چا شوي دي
هغه ناشوني چې شيطان هم ترې امان غواړي
هغه په ال د محمد په كربلا شوي دي
تل به روانه وي د حق او د باطل جګړه
لكه جنګونه د تيرې او د رڼا شوي دي
چې پاك نبي په پاكو لبو ښكلولو مدام
ډېر ګوزارونه د هغه په مخ او شا شوي دي
د اولادونو خاوندانو تصور خو اوكړىْ
په ماشومانو چې ظلمونه د زهرا شوي دي
عجيبه دا چې دا روا مسلمانانو ګڼل
خو كافرانو دا ويل چې ناروا شوي دي
                                                                 *******

څه پوښتې چې دا د چا سرونه په نيزو دي
دا خو په معنى کې قرآنونه په نيزو دي
ځوان كه ماشومان دي كه نيم زالي بوډاګان دي
اوګوره سوري سوري يې زړونه په نيزو دي
تن دى د امام په ډېرو غشو غلبيل شوى
هم پرې باندې شوي ګوذارونه په نېزو دي
حيف دى چې پامال يې په اسونو شهېدان كړل
څيرې د خېمو يې دامامانونه په نېزو دي
دا يې د نبي او د زهرا په زړونو ايښي
كوم چې د سرو وينو يې داغونه په نېزو دي
څه به كړي جواب هلته چې نمر يوه نېزه شي
دو يې چې څومره كړي ستمونه په نېزو دي
سر د پاك امام په نېزه څه وايې پوهېږىْ
چرې قتل شوي ايمانونه په نېزو دي؟
                                                                 ******

ښكلي ګلونه ترمې ترمې د سپرلي پراته دي
د محمد د خاندان ښكلي زلمي پراته دي
چې زړه د كفر يې نعرونه د تكبير لړزيدو
د اصحاب دي د حسين لكه زمري پراته دي
ليك يې سند د تل ژوندون شو په كتاب د عالم
دا هسې مړه دي چې تر حشره هم ژوندي پراته دي
چې ابراهيم او اسماعيل به هم پرې فخر كوي
نن بې كفنه ښكلي ميړني پراته دي
چى هر څه څه يې قرباني كړه په نامه د اسلام
په بې كسۍ کې دلته هغه لېوني پراته دي
چې استقلال ته ملائك يې هم حيرت وړي دي
هغه غښتلي ننګيالي هغه سړي پراته دي
                                                              ******

هغه سردار چې د جنت د شاه زلمو دى حسين
كله لائق د تورو غشو دنېزو دى حسين
سر يې خپل وركړ لاس يې ورنه كړو په لاس د يزيد
خدايګو بنا د لا اله الا هو دى حسين
اى د دنيا تاريخه اوس خو لافاني شوې ته هم
ستا اننګو کې چې تل تل په ځلېدو دى حسين
چې عقلمند د جهان ټول ګوته په خوله دي ورته
هغه سالار خو د اسلام د لېونو دى حسين
چى يې سپرلى كړلو په ټكندو غرمو د ضمير
پروت بې كفنه كربلا کې په غرمو دى حسين
انسانيت به ورته سر د نياز خم لري تل
روح په قالب کې د راتلونكو زمانو دخداى حسين
                                                                  ******

مسكي مسكي دي جنتونه چې قاسم راځي
حورې غلمان كړي سنګارونه چې قاسم راځي
د زلمي تندې په كوثر کې كړې چپې پېدا
نبي بابا راوړي جامونه چې قاسم راځي
د كنډې پېغلې اسوېلو ته فرشتې راغلې
دي په خېمو کې فريادونه چې قاسم راځې
اى شهيدانو مظلومانو د بې كس ملګرو
راسره واخلئ څه ګامونه چې قاسم راځي
زين العباد بچيه څنګه په هېبت پاسېدې
درته چا دركړه خبرونه چې قاسم راځي
زما د سترګو نظر ولاړو چې ټپرېږمه زه
لږ مې څوك اونيسئ لاسونه چې قاسم راځي
                                                                                        *******

يه اصغره زويه اوس به خود څيرې ګرېوان كړمه
اوښكې شته نه وينې چې په تا يې زه قربان كړمه
وې بانو بچيه مرور له كوره چرته ځې
جار دې شه موركه دا خفه له موره چرته ځې
اودرېږه په مخکې چې لوګى درته چشمان كړمه
يه اصغره زوىه اوس به خود څيرې ګرېوان كړمه
اودرېږه نبي نيكه بابا ته مې سلام يوسه
هم يې مرتضى او مجتبى ته نام په نام يوسه
وايه ستا بې پته امتيانو په دا شان كړمه
يه اصغر زويه ………………….
چغې كړې كبرى چې دې چينې اوښكو ته نه ګورې
يه روره كه ته د سكينى اوښكو ته نه ګورې
مه ځه درته روى به د علي شاه مردان كړمه
يه اصغره زويه …………………………..
اووې زينبې بي بي، د دو سترګو رڼا زما
غم د تا دعون او محمد نه دى سوا زما
ترور درنه قربان شه زړه به څنګه در عيان كړمه
يه اصغره زويه …………………………
يه زوىه خاتونې د جنت ته سلام ووايه
بيا مې مرتضى او پاك حضرت ته سلام ووايه
اوس به بې د تانه په دنيا کې څه ګزران كړمه
يه اصغر زويه

                                                           *******

وې عمر سعد چې څوك شته چې دا بوډا كړي هلاك
د خپل له خوا راغلې دا بلا كړي هلاك   
بيا چې راتلل نو قتلېدل د دې جري د لاسه
د حبيب ابن مظاهر د امزري دلاسه
بيا عمر غږ كړو ترې چاپير شى چې ژوندى ولاړ نشي
چې خپل امام ته فتح مند او ګړندى ولاړ نه شي
ترې يو خوا بل خوا په سؤونو ظالمان شو چاپېر
د دې بوډا زلمي زمري ځنې ليوان شو چاپېر
د حبيب توري د سرونو كرونده كوله
په زخمي تن يې هم د ګل غوندې خندا كوله
چې شو زخمونه بې شماره شهسوار پريوت
په حوصله او په همت او په وقار پريوت
بيا يې نعرې كړې چې د خپل حبيب خبر واخله
په پاكه غيږه کې سيده زما سر واخله
امام ويل ورته لبيك دى جانثاره زما
لاسونه غوڅ د ظالمانو شه سرداره زما
په خپله غيږ کې مې حبيب لره پناه وركړه
هغه ديدار د امام اوكړو بيا يې ساه وركړه
وركه بلا د خوار امت كړله بلا د حسين
ځكه د هر مسلمان زړه دى جلوه ګاه د حسين
د تن ويښته د حال په ژبه كړي ثنا د حسين
سخ د هغو سر کې د چا چې وي سودا د حسين
جوړ شو قاصد يثرب ته ځي باد د سبا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
په ملكوت کې ځاى پځاى دا هسې شور دى ولې
ستم ايجاد فلك د غمه نه نسكور دى ولې
د فرښتو په سر د غم ابر راخور دى ولې
چا كړو ستم مخ د افق داسې تك تور دى ولې
زلفې خورې دې مضطرب ولې بابا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
عرش ښكلولو ته د مزكې نن تكل كړي ولې
نن عليين ته د ختلو نېت اسفل كړي ولې
نن ستمونه د فلك ښكته مزل كړي ولې
نن عوارض بغېر دجسم نه غوبل كړي ولې
چشم حېرت كړي تماشا ارض و سما د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
نن په خپل مېنځ کې ملائك كړي په حيرت خبرې
حورې غلمان وايې د سوز او د حسرت بدلې
دې نظارې ته قدرت هم پردې له مخ كړې لرې
راځي په جوش کې د تسليم اورضا لښکرې
جنګ ته تيار چې شول اصحاب باصفا د حسين
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسين
نن د ګرمۍ چې له وحشته ساه ډوبيږي ولې
يخې خولې د پشه كال په مخ  بهېږي ولې
د كربلا خشكه صحرا ګلستانيږي ولې
وړي په ژړا خيرالورى ته ماجرا د حسين
شفق د وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
سبب يې څه دى بې قرار چې شهيدان شو دوبار
تللي روحونه يې قالب ته په رفتار شو دوبار
د كائنات  د نياز سرونه نكونسار شو دوبار
بعثنا سيدي للحرب په ګفتار شو دوبار
د روح په غوږ د من ناصرې شوه صدا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
څوك وه چې وس يې د مركب ورته ركاب اونيو
لاس د قدرت و، په پنجه کې يې مهتاب اونيو
د جلالت نه چې په لاس کې يې نقاب اونيو
نمر په اسمان کې د خسوف مخ ته حجاب اونيو
په رخصتۍ کې زېنب واختى بلا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
منم چې داغ يې د اكبر د شهادت ؤ په زړه
بار دواده دشه قاسم يې هم حسرت ؤ په زړه
د علمدار غوڅ مړوندونه يې قيامت ؤ په زړه
خو يو جوش د شهادت چې يې راحت ؤ په زړه
قضا ته سر اېښى په مخکې ؤ رضا د حسين
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسين
نعرې د چا په كائناتو مسلط كړو سكوت
جلوې په چا قربانېدو ته رالېږي مكلوت
د انبياؤ په نظرونو شو كربل جبروت
په ايېنه کې منعكس شولو ناسوت د لاهوت
پورته اتمام ته د حجت چې شوه ندا د حسين
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسين
دښمن ويل مونږه منو چې يې فرزند د رسول (ص)
د زړه ټوټه د مرتضى يې جګر ګوش د بتول
كه د اجل چرې پېرزو دې په ځان نه وي نزول
راشه بېعت زمونږ په مخکې د يزيد كړه قبول
ورته جواب کې ذوالفقار وكړه برېښنا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
لرې پرده شوه اصلي رنګ کې نمايان شو اسرار
چې د امام په قتلولو باندې سرشو اشرار
بيا چې شبير نه شو علي ته امامت په رفتار
كه چا كتى شولى پخپله بې حجاب ؤ ستار
د پاك وجود نه چې جدا شوله ردا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
شاتورى راغلى ذوالجناح زخمي په حال زبون
د دين پټى دادى خړوبه كړو امام په خون
كښت و جنت د ذوالجناح هره ادا د جنون
وكرامت د امام بې اوبو ژوندى چې و نون
د مظلومۍ وايې نوحه وس كربلا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا دحسين
راغله دمشق ته قافله چې بنديوان دي همه
پټ په وريځ کې د بلا د برق پشان دي همه
څه سرتور سرې كونډې رنډې يتيمان دي همه
خبر يې دا د محمد د خاندان دي همه
مير د كاروان بسته په اوښ زين العباد حسين
شفق په وينو كړي ژا په ابتلا د حسين
زبح عظيم شو مكمل پاتې نور حال نه شو
زير د منت وس دا كمال پاتې اجمال نه شو
يار د هندى د زوى د زوى سره اقبال نه شو
ځاى د عبرت دى آل يې پاتې په دنبال نه شو
حمزه شاهان دي ځاى په ځاى آل صفا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين

خداى او پېغمبر یې، امام حسين پاڅون ته چمتو کړى و

خداى تعالى، امام حسين د مسلمانانو په زړه کې د خلافت د سپېڅلي کړاى شوي مقام د ماتولو لپاره مخکې له مخکې چمتو کړی و! د قرآن کريم ځينې آيتونه د عمومو اهل البيتو په باب نازل شوي او د خپل پېغمبر له خولې يې ګرد اهل البيت په تېره امام حسين مسلمانانو ته دغسې معرفي کوي :

 ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى [709] = زه له تاسې په دې چار (رسالت) هېڅ بدله نۀ غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم). ))

چې دا آیت نازل شو؛نو پېغمبر(ص) “خپلوان” په علي، فاطمې، حسن او حسين تفسير کړل او کله چې د رسول الله (ص) د الهي مهربانۍ راکېووتو ته پام شو؛نو علي، فاطمه، حسن او حسين يې راوغوښتل او تر خپل پټو لاندې يې کړل او خداى دغسې نازل کړل :

 ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا [710] = بېشكه خداى يواځې غواړي چې له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي. ))

او پېغمبر (ص) وويل : “خدايه! دوى مې اهل البيت دي” او تردې وروسته يې ترمړينې د پينځه وخته لمانځه پر مهال پر کور کې درېده او او ويل يې: ” پر تاسې اهل البيتو دې سلام وي”! انما يريد الله ليذهب …. [711]

 او چې د آل عمران  ٦١ آيت [=  فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ ] نازل شو؛ نو پېغمبر(ص) د نجران له نصاراوو سره مباهلې (ښېرا) ته چتو شو او علي، فاطمه، حسن او حسين يې راوبلل او ….. [712]

او په بل روايت کې :رسول الله(ص)، امام حسين په غېږ کې نيولى و، امام حسن يې له لاسه نيولى و،فاطمه په آنحضرت (ص) پسې و او علي ورپسې روان وو، ورته يې وويل :

“چې دعا مې کوله آمين ووياست”؛خو چې د نجران اسقف وليدل،ويې ويل: “نصاراوو! داسې څېرې وينم،چې که له خدایه وغواړي،چې يو غر ونړوي؛نو هرومرو يې نړوي؛نو مباهله مه کوئ،چې هلاکېږئ” او پېغمبر(ص) ورسره د “جزئيه” د ورکړې په بدل کې جوړ جاړى وکړ. [713]

دا يو شمېر آيتونه وو، چې اسلامي امت په قرآن کريم کې لوستل او تفسير يې د رسول الله (ص) له خولې اورېده او د هغه په چلن کې يې ليده.

او هم  دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) وويل:” من صلى صلاة لم يصل فيها على و لا على اءهل بيتى ، لم تقبل منه = چې څوک لمونځ وکړي او پر ما او اهل البيتو مې درود ونه وايي؛ نو لمونځ يې نه قبلېږي  [714].” او چې ويې پوښتل: څرنګه درباندې درود ووايو،ويې ويل: و وايئ: ” اللهم صل على محمد و على آل محمد، كما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انك حميد مجيد. اللهم بارك على محمد و آل محمد، كما باركت على آل ابراهيم انك حميد مجيد = خدايه پر محمد او آل محمد درود ولېږه؛لکه چې څنګه دې پر آل ابراهيم لېږلى،بېشکه چې ته ستايل شوى ستر يې،خدايه پر محمد او آل محمد برکت ولېږه؛لکه چې آل ابراهيم ته دې برکت ورکړى و،بېشکه چې ته ستايل شوى ستر يې . [715]

او هم  دې امت اورېدل،چې،رسول الله (ص) “علي،فاطمې، حسن او حسين” ته يې وويل: ” انا حرب لمن حاربتم ، و سلم لمن سالمتم =  زه له هغه سره دښمن يم، چې دښمني درسره وکړي او چې له چا سره دوستي وکړئ،دوست يم [716]

او هم  دې امت اورېدل،چې انحضرت(ص) وویل : “چا چې درسره دښمني وکړه، دښمن يې يم او چې چا درسره دوستي وکړه، دوست يې يم .[717]

او هم  دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) د حسن او حسين لاسونه ونيول او ويې ويل: ” من احبنى و احب هذين ، و اباهما، و امهما، كان معى فى درجتى يوم القيامة = د چا چې زه ښه ايسم او دا دواړه او د دوی مور و پلار يې ښه وګڼي؛نو د قيامت په ورځ کې به زما ملګرى او له ما سره به په يوه درجه کې وي . [718]

رسول اکرم (ص) وويل: “حسن او حسين مې له نړۍ دوه غونچې دي [719] .”

او او هم  دې امت اورېدل،چې انحضرت (ص) وويل: ” اءلا اخبركم بخير الناس جدا و جدة ، الا اخبركم بخير الناس عما و عمة ، الا اخبركم بخير الناس خالا و خالة ، الا اخبركم بخير الناس ابا و اما؟ الحسن و الحسين= ايا هغوى در وښيم،چې غوره نيکه او نيا ولري؟ايا هغوى دروښيم،چې غوره تره او ترور لري؟ ايا هغوى در وښيم چې غوره ماما او توړۍ لري؟ ايا هغوى در وښيم چې غوره مور و پلار لري؟! [هو!هغوى] حسن او حسين دي . [720]

او هم  دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) وويل: ” هذان ابناى و ابنا ابنتى ، اللهم انى احبهما، فاحبهما، و اءحب من يحبهما=  دا دواړه زما زامن او زما د لور زامن دي،خدايه راته ګران دي؛ نو تا ته دې هم ګران وي او دوستان يې ښه وګڼه . [721]

او هم  دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) وويل: ” من احب الحسن و الحسين ، فقد احبنى ، و من ابغضهما فقد ابغضنى = چې څوک حسن او حسين دوستان وګڼي؛ نو زه ورته ګران يم او چې څوک ورسره دښمني کوي،زه يې دښمن ګڼلى يم [722].”

او هم  دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) وويل :” كل بنى آدم ينتمون الى عصبتهم الا ولد فاطمة ، فانى اءنا اءبوهم و اءنا عصبتهم = ټول بنيادمان په خپلو پلرنيو کورنيو پورې تړلي وي؛خو بې د فاطمې له اولادې،چې پخپله زه يې پلار يم او زه يې پلرنۍ کورنۍ يم .[723]

 رسول الله (ص) په خپل جومات کې لمونځ کاوه،چې سجدې ته به ته؛نو حسن او حسين به ور پر شا شول او چې له سجدې به راپورته شو؛نو په ورو به يې نيول او پر ځمکه يې کېنول او چې بيا به سپرېدل؛نو پېغمبر(ص) به هماغسې کول ………….[724]

او هم دې امت ليدل،چې رسول الله (ص) په خپل جومات کې خطبه ويله، حسن او حسين په تيندکو راتلل او رسول الله (ص) له منبره راکېوت او دواړه يې ونيول او خپلې مخې ته يې کېنول …. [725]

هو! خداى ددې آيتونو او رسول الله (ص) ددې احاديثو له لارې دا امت چمتو کړ،چې تر رسول الله (ص) وروسته ټولو اهل بيتو ته د درنښت،ستريا مينې او ولايت په سترګه وګوري او همداراز د هغوی حق،مقام او منزلت ته پاملرنه وکړي،چې په “خمس آيت، د هل اتى سورت او د ” وآت ذى القربى ” په آيت کې او همداراز هغه احاديث چې ددې او نورو آيتونو په تفسير کې راغلي دي [726] .”

رسول الله (ص) د حسين د زوکړې پر مهال او هم په ورپسې وختونو کې د امام د پاڅون يادونه کوله [727] .

همدغسې هغه کړنې،چې علي (ک) وکړې؛لکه د صفين په لار کې يې له رسول الله (ص) يو روايت وکړ،چې امام حسين شهيد کېږي .

او د صفين د جګړو په ترڅ کې يې وويل: “د حسن او حسين د مړينې په باب په تشويش کې يم،هسې نه چې په مړينه يې د نبي کريم (ص) ځوځات پاى ته ورسي[728] .”

په دې توګه اسلامي امت ته له امام حسين سره په مينه،درنښت او د مقام په درناوي هدایت ورکړل شو، پر دې سربېره د امت ځينو کسانو له رسول الله (ص) څخه نصوص درلودل،چې په ډاګه يې د “ائمه اثنى عشر” يا د دولس ګونو امامانو د مشرتوب خبرې کولې،چې د اسلام پاسوالان دي،چې امام حسين يې درېيمنى دى .

 چې هر څه وو، امام حسين په خپله زمانه کې په مسلمانانو کې د خپل نيکه د محبوبيت وارث و.

له دې امله،پر هغه عصر کې مسلمانانو ورسره بيعت کاوه،چې په دې بيعت سره به تر حضرت معاويه وروسته امام حسین شرعي خليفه شي او د خلافت مقام خپل حقيقي ځاى ونيسي . که له امام حسین سره بيعت شوى واى؛ نو ټولنې ته يې اسلامي احکام راستنولاى نه شوو،هغه احکام،چې مخکېنيو خلفاوو د خپل شخصي راى له مخې اړولي وو؛لکه څرنګه،چې د امام حسین پلار علي(ک) هم ونه کړاى شول،چې تر ځان وړاندې د درې ګونو خلفاوو شخصې نظريات واړوي [729] .

نو که امام حسين سره هم بيعت شوى واى؛ نو هغه دې ته اړ و،چې د حضرت معاويه بن ابوسفيان بدعتونه تاييد کړي او پر خپل حال يې پرېږدي؛هغه بدعتونه،چې د مخکېنيو خلفاوو پر شخصي اجتهاداتو سربېره يې پر منبرونو علي (ک) ته کنځلې هم کولې! خو داچې مسلمانانو ورسره بيعت و نه شو کړاى؛نو حرمت يې د حرمين شريفين د حرمت په څېر پاتې شو؛ هغه حرمت،چې پر زړونو کې ناست و؛خو په خواشینۍ،چې د هغه وخت مسلمانانو له  خليفه څخه په اطاعت کې دا حرمت څيرې کړ،چې فرزدق په دې اړه د امام پوښتنه څومره ښه ځوابوي :

” قلوب الناس معك ، و سيوفهم مع بنى امية”

 د خلکو زړونه درسره دي؛ خو توري يې له امويانو سوه دي!”

او دا دى ددې بحثونو په رڼا کې،دهغې زمانې د ستونزې پېژندنه را ته اسانه شوه، چې لولو يې .

د امام حسين په پېر کې د مسلمانانو حال

هغه مسلمانان،چې د اسلام په مرکز؛یعنې مکه او مدینه او د خلافت په مرکز کوفه او شام کې اوسېدل، داسې شوي وو،چې دينوالي يې د خليفه په اطاعت کې ليده؛که هر څوک و،هره ځانګړنه يې چې درلوده او هر امر يې چې کاوه ؛نو د هغه اطاعت يې واجب ګاڼه او پر ضد يې پاڅون په مسلمانانو کې درز اچونه او له دينه وتل ګڼل او دا وضع په داسې حال کې وه،چې لا تر اوسه يو شمېر اصحاب کرام (رضي الله عنهم) ژوندي وو،چې رسول الله (ص) يې ليدلى و او خبرې يې اورېدلې وې او همداراز نېکچاري او شرافتمن تابعين مسلمانان هم پکې وو. اوس نو له دې ټولي (جماعت) سره په قياس او پرتله کې د نورو مسلمانانو حال به څرنګه و،چې په لرې سيمو او مرکزونو؛لکه افريقا،ايران او جزيرة العرب کې اوسېدل؛يعنې هغوى چې رسول الله (ص) يې ليدلى نه و او له اهل بيتو او لارويانو سره يې نه پېژندل؛نو پر حالاتو يې يوازې خداى پوهېده او بس! دې مسلمانانو اسلام په پايتخت ناستو او د خليفه په چاپېريال کې ليده او د اسلام انځور يې د دوى په چلن کې او د خليفه په سيرت کې ليده! او نه پوهېدل،چې خليفه څوک و او په خپلو کړنو کې يې څه انځورول! هغه خليفه،چې د دين يو حکم هم شهواتو ته له وررسېدو نه منع کاوه!هغه خليفه،چې شراب يې څښل،لمونځ يې نه کاوه!د ساز او ډمتوب بنډار يې جوړاوه، د سپو جنګونې کاړې یې جوړولې او له بد لمنو سره يې شپې سبا کولې! هغه خليفه چې”ام ولد” و نو[730]  لوڼو او خويندو سره يې کوروالى کاوه! [731] هغه خليفه،چې د رسول الله(ص) د لمسي د وژنې امر يې وکړ،د رسول الله(ص) د اهل البيتو ښځې يې بنديانې کړې،د پېغمبر(ص) حرم يې مباح او کعبه يې په ډبرو وايشته او داسې يې وويل :

لعبت هاشم بالملك فلا خبر جاء ولا وحى نزل [732] !!

بني هاشمو له حکومت سره لوبې وکړې که نه، نه له اسمانه کوم خبر راغى او نه څه وحې راکېوته!

 نو دا هغه اسلام و،چې د خداى له خليفه او د پېغمبر له خليفه سره يې مونده (٢٥) او په همدې حال کې مسلمانانو ته ويل کېدل : دينوالي د همدې خليفه په اطاعت کې ده!نو څرګنده شوه،چې د هغې ورځې بنسټيزه ستونزه، د ظالم واکمن برلاسي نه وه،چې د عادل واکمن په راتلو سره هواره شي؛بلکې د اسلامي احکامو له منځه تلل، دينوالي د خليفه د هر ډول اوامرو مطلق اطاعت کول او هغه انګېرنه وه،چې د خلافت د مقام په اړه يې درلوده.

او په دغسې شرايطو کې د چارو رغونه او سمونه يوازې په دې پورې اړه درلوده،چې د مسلمانانو په ليد او عقيده کې بدلون رامنځ ته شي،چې وروسته ترې د اسلامي احکامو راستنېدا ته لار هواره شي او امام حسين يوازېنى تن و، چې د دغسې خوځښت او د بدلون د ترسره کېدو وس يې درلود.

د رسول الله (ص) (د بويولو) غونچه او بې سارې مرغلره،هماغه چې په اړه يې آيات او احاديث راغلي وو، په دې شرايطو کې دغسې انسان په دې ځانګړنو سره بايد له دوو لارو ځنې يوه لار (درېيمنى لار نشته) غوره کوله:

لومړی : له يزيد سره بيعت وکړي او د دنيا سوکالي او نعمت تر لاسه کړي او په مسلمانانو کې يې محبوبيت او درناوى پر ځاى پاتې وي، حال دا چې پوهېده له یزیده سره بیعت کول به یې:

لومړى – د يزيد تاييد؛د يزيد د فجور،ګناهونو او کفر تاييد دی!

دويم – د هغې زمانې د مسلمانانو د ګروهو او ليدلوريو تاييد او پرې اقرار،چې د يزيد په څېر خلفاوو يې درلودل . هغه ليدلورى،چې ويل یې : څوک چې په بيعت خلافت ته رسي،د خداى او رسول شرعي استازي دي او په هر ډول شرايطو کې يې د ټولو اوامرو منل واجب دي!

دې دوه اقرارو او تاييد يې د نيکه رسول الله (ص) شريعت ورکاوه او پايله يې د موسى علیه السلام، عيسى علیه السلام او نورو پېغمبرانو د شرايعو د برخليک په څېر وه . په دې چار د نبي کريم (ص) لمسي د خپلې زمانې د معاصرانو او تر قيامته د راتلونکي ځوځات ګناه يې تر غاړې کوله!حال دا چې رسول الله(ص) بې له حسين څخه بل زوى نه درلود او چې څه ورته چمتو شوي وو،بل ته چمتو شوي نه وو او داسې څوک نه وو،چې تر امام حسین وروسته راشي،چې په مسلمانانو کې د يو موقعيت خاوند وي .

هو! امام حسين د خپلې زمانې بې سارې بيلګه وه او د تاريخ په اوږدو کې يې دا خطرناک چار په هوډ پورې تړاو درلود او پرې لازمه وه، چې له دوو لارو يوه غوره کړي :

 يا بيعت وکړي او يا د يزيد د امر او کړنو پر ضد راپاڅي او مسلمانان راويښ کړي او ليد لوري يې سمې کړي او کړو وړو ته يې تغيير ورکړي او تر ځان وروسته امامان پياوړي او توانا کړي،چې د خپل نيکه د شريعت بيا ژوندي کولو ته پاڅي او امام حسین دا لار ونيوه او خپل تګلوری يې وټاکه او د خپل خوځښت شعار يې کړ او پر هغه لار روان شو،چې ور رسېده.

د امام حسین موخه، شعار او لار يې

امام حسین د هغه وخت حکومت په دې عنوان باطل اعلان کړ،چې شتوالی یې اسلام ته خطرناک و او ویې ویل: ” على الاسلام السلام اذ قد بليت الامة براع مثل يزيد =؛يعنې اوس ،چې د مسلمانانو مشري د یزید لاس ته ورغلې؛ نو له اسلام سره باید خدای په اماني وکړو. ” او دا خبره یې د هغه کس پر وړاندې وکړه،چې امام حسین ته یې وویل: له اميرالمؤمنين يزيد سره بيعت وکړه،چې دين او دنيا ته دې ګټور دي ” او هم وويل شو: “حسينه! له خدايه نه ډارېږې،چې د مسلمانانو له ټولي وځې او په دې امت کې درز اچوې .” او امام حسین وويل : ” والله لو لم يكن فى الدنيا ملجاء ولا ماءوى ، لما بايعت يزيد بن معاوية اءبدا = بايد له اسلام سره وداع وکړو،چې دا امت د يزيد بن معاویه په څېر له يوه شپون سره اخته شوى دى.”

او چې حضرت عبدالله بن عمر ورته وويل : “له خدایه وډار شه او د مسلمانانو په ټولي کې درز مه اچوه [733] .”

ورته يې وويل: “پر خداى قسم که په دې نړۍ کې بيخي پناه ځى نه وي؛نو بيا به هم له يزيد بن معاويه سره بيعت ونه کړم.”

 او ددې شعار مفهوم د امامت او مشرتوب او تردې لا څرګنده،هغه وصيت دى،چې خپل ورور “محمد بن حنفيه” ته يې ليکي :

“د خپل نيکه په امت کې مې د سمونې په موخه پاڅون کړى . غواړم پر نېکيو امر او له بديو منع وکړم او د خپل نيکه او پلار علي بن ابى طالب په سيرت ولاړ شم؛نو څوک چې د حق منل له ما مني،چې خداى حق ته  خورا وړ دى او چې چا مې بلنه ونه منله؛نو صبر کوم،چې خداى زما او ددې قوم تر منځ په حق قضاوت وکړي،چې هغه غوره پرېکړه کوونکى دى.”

امام حسین په دې وصيت کې د مخکېنيو خلفاوو حضرت ابوبکر،حضرت عمر،حضرت عثمان (رضي الله عنهم) او حضرت معاويه سيرت له پامه غورځولى او څرګنده کړې يې ده،چې غواړي د خپل نيکه او پلار پر سيرت عمل وکړي او د مخکېنيو خلفاوو (رضي الله عنهم) سيرت یې داسې نچوړ کړ:

په هر ډول چې وي،د مسلمانانو د بيعت له مخې چارواکي شوي،بيا يې په خپل اجتهاد او شخصي نظر پرې واکمني کړې،په تېره په اسلامي احکامو کې يې اجتهاد کړى .

 او امام حسین د خپل نيکه (ص) او پلار سيرت يې په دې کې خلاصه کړ چې:

په خلکو کې د اسلام  مبلغین او خپروونکي وو او له خلکو څخه یې غوښتل،چې عمل پرې وکړي او د اسلامي احکامو له پولو وانه وړي . دا يې په ټولو حالاتو کې سيرت او چلن و؛که د واکمنۍ وخت وي؛لکه په مدينه کې د رسول الله (ص) زمانه او د حضرت عثمان تر وژنې وروسته د علي (ک) وخت او ان واکمنۍ ته تر رسېدو مخکې د علي (ک) حالت؛ځکه رسول الله (ص) په مکه کې او علي (ک) واکمنى ته له رسېدو مخکې ځانګړى سيرت او چلن درلود. سيرت يې په دواړو زمانو کې امت ته د اسلام رسونه وه . پېغمبراکرم (ص) د خداى له لوري تبليغ کاوه او علي (ک) د رسول الله (ص) له لوري . په دواړو زمانو کې يې اسلام ته بلنه او پر نېکيو امر او له بديو منع کوله .

 امام حسين غواړي د خپل نیکه (ص) او خپل پلار پر سيرت ولاړ شي او نه غواړي د خلفاوو پر سيرت وچلېږي؛ نو چا چې د امام حسین بلنه منله،د حق غوښتونکی و او تر دې غوره دا وه،چې له حق څخه پیروي وشي او چې چا و نه منله، صبر کوي، چې خداى د هغه او د خلافت د مشرانو ترمنځ د پرېکړه وکړي.

له تېرو بحثونو او د پاڅون په ترڅ کې د امام حسین له ويناوو او چلن څخه پوهېدل کېږي،چې امام حسین خلکو ته دا شعار پورته کړ: “د جوړ کړاى شوي خلاف بطلان” او “د امامت سموالى” او له ويلو او کړنو يې موخه دا وه، چې راتلونکي پردې شعار ايمان راوړي،چې چا پرې ايمان راووړ؛نو هدايت يې وموند او چې چا د امام حسین غږ واورېد او ايمان يې پرې رانه ووړ، غاړه پرې خلاصه شوه او له دې امله يې د خپلې بلنې په خپراوي کې هڅه کوله.

دا د امام حسین شعار او موخه وه،چې  ورته د رسېدو لپاره يې شهادت غوره کړ او يو شاعر د امام حسين له خولې څه ښه ويلي :

ان كان دين محمد لم يستقم     الا بقتلى ، يا سيوف خذينى

 “که د محمد دين يوازې زما په وژنې را دبره کېږي؛نو تورو را نه چاپېره شئ”

 بل دليل يې هغه جمله ده، چې بني هاشمو ته يې د ليک په ترڅ کې کښلې:

“اما بعد، فان من لحق بى استشهد و من تخلف لم يدرک الفتح” اما بعد؛ چې څوک راسره يوه ځاى شو، شهيدېږي او چې پاتې شو بريالى کېږي نه”

امام په دې ليک کې څرګندوي،چې دهغه لار،شهادت او پايله بريا ده . همدغسې د امام نورې ويناوې او کړنې يې شعار،لار او موخه ځلوي .

چې څوک يې رابله او مرسته يې ترې غوښته؛ نو په دې ګردو څيزونو کې به په بصيرت او پوهې ورسره يو ځاى کېده؛لکه د حضرت زهير بن قين داستان، چې د امام له لوري وبلل شو او په ناخوښه د امام کتو ته ورغى؛خو- د راوي په وينا – ډېر ځنډ نه شو،چې په پراخ تندي او موسکا خوله راستون شو او امر يې وکړ،چې خيمه يې د حسين کاروان ته ولېږي او خپلې مېرمن ته يې وويل: “ته ازاده يې! له خپلې کورنۍ سره دې يو ځاى شه؛ځکه ښه مې نه ايسي،چې زما له امله درته څه زيان درورسي” او خپلو ملګرو ته يې وويل: “د شهادت مينوال دې پاڅي،که نه دا وروستۍ ليدنه ده.”

زهير مخکې تر دې چې د امام کاروان ته ورسي،د کوفې په لار کې د “مسلم” او “هاني” له شهادته او د کوفيانو له شاتګه خبر شو او خپلو ملګرو ته يې وويل،چې د “بلنجر” په جګړه کې يې د پېغمبراکرم (ص) له صحابي “سلمان باهلي” اورېدلي،چې که له دغسې ورځ سره مخ  شوې؛ نو خوشحاله وسئ.

امام دغسې ياران رابلل او هغوى له ځانه لرې کړل،چې واکمنۍ ته د رسېدو لپاره راغلي وو.

امام حسين څو ځل خپله لار اعلان کړه او منزل په منزل يې خپل شعار ورکړ؛لکه چې د حضرت عبدالله بن عمر” په ځواب کې يې وويل : “عبدالله! ايا پوه نه شوې،چې د دنيا له پستۍ یوه داده ،چې،د يحيى بن زکريا سره يې د بني اسرائيلو يوې بدلمنې ښځې ته ډالى کړ …. او خداى يې په عذاب کې بيړه و نه کړه؛ بلکې تر دې وروسته يې په عزت او اقتدار رالاندې کړل…. بیا یې ورته وویل : ای ابو عبدالرحمنه! له خدایه ووېرېږه  او ملګرتوب مې له لاسه مه ورکوه!”

امام په خپله خبره کې اشاره کوي،چې شان يې د يحيى بن زکريا په څېر دى او له حضرت ابن عمر څخه غواړي، چې د لارې ملګرى یې شي.

امام حسين عراق ته د تلو پر مهال په خپله وينا کې وويل :

“بنيادم ته مرګ لکه پېغلې ته د غاړه کۍ په څېر دی ،د خپلو تېرو کسانو کتو ته څومره لېواله يم؛هغه شوق او لېوالتیا،چې يعقوب د يوسف کتو ته درلود،ما ته د قربانۍ يو ځاى ټاکل شوى،چې ور رسم؛لکه چې وينم، چې د نواویس او کربلا د دښتو لېوان مې تن ټوټه ټوټه کړي،تشې ګېډې ډکوي او د تږيو ګوډي ډکوي،چې څه د تقدير په قلم کـښل شوي،تېښته ترې نشته . د خداى رضا زموږ د اهل البيتو خوشحالي ده. پر کړاوونو يې صبر کوو او هغه مو د زغمونو بدله راکوي . د رسول الله (ص) د تن ټوټه بيخي ترې بېلېږي نه او په “خظيرة القدس” کې ورسره يو ځاى کېږي او له رسول الله (ص) سره ویني او خدای یې په اړه په وعده وفا کوي اوس؛نو چې څوک حاضر دى، چې زموږ په لار کې خپله وينه قرباني کوي او له خداى سره ليده کاتو ته چمتو دى،له موږ سره دې حرکت وکړي…..

امام، چې تر دې وروسته په هر تمځي کې تمېده او چې تله؛نو د “يحيى بن زکريا” وژنه يې يادوله .[734]

امام اتمام حجت ته د کوفيانو بلنه ومنله

پردې سربېره،چې رسول الله (ص)،امام حسین د هغه له شهادته خبر کړى و،په طبيعي توګه پوهېده،چې بايد يا بيعت وکړي يا ووژل شي او په دې باب يې پخپلو خبرو کې څو ځلې اشاره کړې ده. دا ټاکنه د لومړي ځل لپاره د حضرت معاويه بن ابوسفيان تر مړينې وروسته هله څرګنده شوه،چې بيعت ترې وغوښتل شو.هغه مهال،چې “مروان” د مدينې والي ته وويل: “بيعت ترې واخله او که يې و نه مانه، سر يې ورپرې کړه” او امام له مدينې څخه مکې ته ولاړ او په بيت الله الحرام کې يې پناه واخسته.

امام حسین په مکه کې متوجه شو،چې يزيد يې په پټه وژني (تروروي) او وډار شو،هسې نه چې چې هماغه څوک وي،چې له امله يې د بيت الله درناوى ولتاړل شي؛لکه چې په ډاګه يې خپل ورور حضرت محمد بن حنفيه ته ويلي وو او هم يې حضرت عبدالله بن زبير ته ويلي وو: “پر خداى قسم! که په سوړه کې يو خزنده هم وسم؛ نو د باندې مې راباسي او وژني مې،چې په اړه مې خپلې غوښتنې پوره کړي،پر خداى قسم! ډېر سخت تېرى به را باندې وکړي؛لکه چې يهودو د شنبې پر ورځ وکړ……”

او و يې ويل: “پر خداى قسم که له مکې يوه لويشت لرې ووژل شم؛ نو دا راته خورا ښه ده،چې دننه پکې ووژل شم.”

او حضرت ابن عباس ته يې وويل:”که په پلاني او پلاني ځاى کې ووژل شم؛نو تردې خورا غوره ده،چې په مکه کې ووژل شم او زما له امله يې درناوى له منځه ولاړ شي .”

نو امام پوهېده،په هر ځاى کې،چې وي،تر هغې چې د مسلمانانو له خليفه سره له بيعت کولو ډډه وکړي؛بې له وژنې يې بله لار نشته؛نو ځکه يې ځان او خپلو يارانو ته د شهادت لار غوره کړه .

خو کوفيانو په پر له پورې ډېرو ليکنو کې امام ته وکـښل : “موږ مشر او امام نه لرو،موږ ته راشه، ښايي خداى موږ ستا له لارې د حق پر چورليز راټول کړي او “نعمان بن بشير” په حکومتي ماڼۍ کې دى او موږ په يوه جمعه او اختر کې هم نه ورځوو او که خبر شو،چې راځې؛نو شام ته يې شړو.

په ليکنو کې يې کښل : “حسين بن علي ته، د مؤمنانو او مسلمانانو لارويانو له لوري يې،اما بعد؛ بيړه وکړه چې خلک درته سترګې پر لار دي او بې له تا نور څوک نه غواړي! بيړه وکړه،بيړه وکړه……..”

د کوفيانو مشرانو ورته وليکل : “د هغه لښکر مشرۍ ته راواړندې شه،چې درته چمتو شوى دى!”

او ويې کښل: “يو لک تنه تورې په لاس درسره دي .”

امام ته له يوه تن، دوو تنو، څو تنو او د کوفې د مشرانو ليکونه راورسېدل او دومره ډېر شول،چې دوه خورجينې ترې ډکې شوې؛نو که په دغسې شرايطو کې يې د کوفيانو بلنه نه وای منلی او له يزيد سره يې بيعت کړی وای او یا یې هم ورسره نه وای کړی او کوم بل ځاى ته تللی وای او هلته  شهيد شوی وای؛نو په دې صورت کې به یې د کوفيانو په حق کې لنډون او کوتاهي کړې وه او خلکو به د تاريخ په پوړيو کې کهول په کهول کوفيان پر حق ګڼل او امام به يې غانده؛لکه چې د قيامت پر ورځ به يې هم خداى ته دليل درلود،حال دا چې د انعام ٤٩ آيت : ” ولله الحجة البالغة. “نو ځکه له کوفيانو سره د امام چلن د غاړې خلاصونې لپاره و او بس .

که داسې نه وای او امام د کوفيانو ليکونو غولولى واى؛نو هغه مهال،چې د حضرت مسلم او  حضرت هاني له شهادته خبر شو او مخکې تر دې چې حر بن يزيد رياحي ور ورسي او څو ورځې ورسره وي،له خپلې لارې ستنېده . هو! امام حسين په خپلو کړنو پر عراقيانو او نورو خپله غاړه خلاصه کړه او خداى پاک ويلي : ((لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ [735] ))

امام حسین د حضرت عقیل د زامنو پر خبرو نه؛بلکې د غاړې خلاصونې لپاره عراق ته ولاړ

ځينو وهم اخستى او وايي: د حضرت مسلم او حضرت  هاني د شهادت تر خبرېدو وروسته امام ځکه عراق ته ولاړ،چې د حضرت عقيل اولادې وويل:”چې د خپلو وروڼو غچ مو اخستى نه وي؛نو نه ستنېږو يا دا چې د خپلو وروڼو په څېر شهيدان شو.” او امام په دې خبره ځان او ملګري وژني ته ورکړل .

حق دا دى چې دا انګېرنه سمه نه ده او عقلمن سره دا خبره نه ښايي . سمه دا ده چې ووايو: امام حسین ته یې څه پروا کوله،چې عراق ته تللی وای يا بل ځاى ته . امام له خپل برخلیکه خبر و،چې له یزید سره په نه بیعت کولو به وژل کېږي؛نو پر امام لازمه وه،چې پر عراقيانو خپله غاړه خلاصه کړي او دا غاړه خلاصونه تر هغه ورځې پورې نه وه ترسره شوې او دا دنده د “حُر” له لښکر سره د امام حسین د مخامخېدو له شېبې څخه نېولې د عاشورا تر ورځې پورې ترسره شوه،چې په دې موده کې امام حسین او د هغه یارانو د مکررو او بیا ځلو خطبو له لارې ذهنونه روښانه کړل؛نو هله پرې غاړه خلاصېده؛ نو امام د حضرت مسلم او حضرت هاني د شهادت تر خبرېدو وروسته بې له دې،چې له خپلې لارې راستون شي او یا دا چې کوم بل هېواد ته ولاړ شي ؛خو بیا یې هم کربلا ته مخه کړه.

امام حسين پر کوفيانو او خپلو همعصرو غاړه خلاصه کړه؛هغه همعصري چې د یزید په څېر د طاغوت پر ضد  د امام حسین له پاڅون، اعتراض او خوځښت څخه خبر شوي وو او د پاڅون دا خبره په ټولو ځایونو کې خپره شوې وه او ان تر قیامته به همداسې خپرېږي،امام يوازې له يزيد سره پر نه بيعت کولو او کور کېناستو بسيايينه و نه کړه، ترڅو ددې سرغړاندې له کبله ووژل شي او وينه يې تويه ولاړه شي او د خلافت رسنۍ پرې خاورې وشيندي او حقيقت پټ کړي؛بلکې له ټولو تبليغي وزليو يې ګټنه وکړه او د خپل پاڅون حقيقت او د خلافت پټ کونجونه يې راوسپړل .

د امام پاڅون، څرنګوالى او حکمت يې

امام حسین په مدينه کې د هغه خليفه له بيعت سره مخالفت وکړ،چې حکومت يې د مسلمانانو له ليده په بيعت مشروعيت موندلى و. امام حسين په مدينه کې د خلافت د مشرانو پر وړاندې ودرېده،چې دا دريځ يې خپور شو. بيا له اصلي لارې مکې ته ولاړ او د  حضرت ابن زبير” په څېر په چپه لارو ولانړ. په بيت الله کې يې پناه واخسته او د “عمره کوونکيو” ورته پام او ترې راټول شول او د خپل پېغمبر (ص) د لمسي خبرو ته غوږ وو. امام د خپل نيکه (ص) سيرت ورته وايه او د خليفه کږلېچ يې ورته تشريحاوه. بيا يې خپله بلنه په ډاګه کړه او ښارونو ته يې ليکونه واستول او امت يې د خلافت پر ضد وسلوال پاڅون ته راوباله او په دې لار کې يې ترې بيعت وغوښت؛هغه بيعت چې خلافت ته د رسېدو لپاره نه و او امام هم بيخي چا ته دغسې هيله ور نه کړه او په هيڅ يوې ليکنې او وينا کې يې په دې اړه څه ونه ويل؛بلکې په هر تمځي يا روانه کې يې ځان له حضرت يحيى بن زکريا علیه السلام  سره ورته کاوه او دا يې حق و؛ځکه امام حسین او حضرت یحیی دواړو د خپلې زمانې له سرغړاندي واکمن سره مبارزه وکړه،چې دواړه ووژل شو.

او په پایله کې دا یوازې د حضرت یحیی علیه السلام پرېکړای شوی سر نه و،چې د هماغه وخت  طاغوت ته ډالۍ شو؛بلکې د رسول الله (ص) د لمسي امام حسين او د هغه د  يارانو،انصارو او اهل البيتو سرونه هم په همدې برخلیک اخته شول .

 څوک چې غواړي خلک پر ځان راټول کړي او ځان پرې حکومت ته ورسوي؛نو دغسې نه کوي؛بلکې بريا او واکمنۍ ته د رسېدو هيلمني ورکوي او د هغو چارو په اړه خبرې نه کوي،چې د خپلو شاوخوا کسانو د نهیلۍ او ناغېړۍ لامل ګرځي.

امام د حج په څلورو مياشتو کې په مکه کې تم شو،لومړى پرې عمره کوونکي او وروسته له لرې ځايونو راغلي د بيت الله حاجيان پرې راټول شول او د خپل نيکه رسول الله (ص) له خولې يې د خداى ويناوې ورته روايتولې او نصيحت يې ورته کاوه،ګواښل يې او د قيامت د ورځې له عذابه يې ډارول او الهي تقوا او د خداى رضا ته يې رابلل او اسلام ته يې د يزيد د خلافت له خطره خبرول او له امام يې داسې څيزونه اورېدل،چې په هغه زمانه کې د بل له خولې اورېدل شوي نه وو او دا حال د “توريه” تر ورځې ( د ذیحجة اتمه) دوام درلود او حاجيانو احرام  وتاړه او عرفات ته يې مخه شوه.

خو امام یې پر خلاف له احرامه ووت او له حرمه دباندې ولاړ او ويې ويل: “ډارېږم،چې د خلافت مشران مې له دې امله په پټه ووژني،چې بيعت مې کړى نه دى او زما لپاره د حرم درناوى مات شي، حال دا چې دا راته خورا غوره ده، چې له حرمه يوه لوېشت بهر ووژل شم؛نه دا چې يوه لوېشت په دننه کې یې ووژل شم .”

امام پردې مهال ونه ويل،چې عراق ته ځم،چې حکومت تر لاسه کړم؛بلکې ويې ويل: “ځم چې يوه لوېشت دباندې ووژل شم .”

پر هغه کال ،حاجیان د حج تر مراسمو وروسته خپلو ټاټوبیو ته ستانه شول او د امام حسین دا خبر یې ټولو ته ورساوه. دا خبر په ګرد او پراخ اسلامي هېواد کې تر هغه ځایه خپور شو،چې حاجیانو دا کاروان ورته تله او له دې ستر خبره د هر ځای مسلمانان خبر شول او هغه داچې: د رسول الله (ص) سبط او لمسي د واکمن خلافت پر ضد راپاڅېدلی او مسلمانان یې هم د هغه پر ضد وسلوال پاڅون ته رابللي دي؛ځکه خلیفه له اسلامه اوړېدلی او ددې حکومت دوام ټول اسلام ګواښي.

ښکاره ده،چې ددې ستر اسلامي هېواد ټول مسلمانان ددې پاڅون او جګړې برخلیک اورېدنې ته تږي ناست دي او هغه داچې  د واکمن خلافت پر ضد د رسول الله (ص) کورنۍ پاڅون کړی دی . دې مسلمانانو ،چې له هر ځایه ددې خوځون خبر لاس ته راوړی و؛نو پوه شول،چې امام حسین پاڅون کړی او هیڅ ارادې او عزم هغه له دې خوځونه نه دى اړولى او لا همغسې پردې لاره ټینګ ولاړ دی،نه يې د ډار ورکوونکيو ډار هوډ سستوي او نه يې د نورو لنډون او کوتاهي بې ارادې کوي . د حضرت عبدالله بن عمر خبرې هم پرې اغېز نه کوي،چې ورته يې وويل: “له تا وژل شوي سره وداع کوم” او نه يې د “فرزدق” وينا شکمنوي،چې ورته یې وويل:” د خلکو زړونه له تاسې سره دي او تورې يې له امويانو سره!” ان  د “عمرې” ليک او د حضرت عايشې بي بي له خولې د رسول الله (ص) وينا چې : “هغه د بابل په سيمه کې وژل کېږي”؛نو دا يو يې هم له خپلې لارې اړولاى نشي.

او په دې توګه، د امام د پاڅون خبره يو په بل پسې د خلکو غوږونو ته رسي او امام په آرام خپله لار وهي او څه يې له خپلو موخو نه پټول؛بلکې په هرې چارې يې لاس پورې کاوه،چې له خليفه يزيد سره يې مخالفت څرګند کړي؛لکه د يمن والي،چې کوم ماليات او ډالۍ يزيد ته لېږلې وې، دا یې عملا ضبط کړې او په دې چار يې د خليفه تصرف غير شرعي اعلان کړ.

همدغسې هغو چارو ته يې هم لاس ورغځاوه،چې پر شاوخوا او خبر شويو يې غاړه خلاصوي او وروستۍ دا چې دښمن يې چې تندې راخستى و او اوبه يې نه وې موندلې،چې ځانونه او خپلې سپرلۍ پرې خړوب کړي؛ نو د څښاک خوندورې اوبه يې ورکړې او ويې نه منله،چې دا وګړي په ناڅاپي جګړه کې له پښو را وغورځول شي! بلکې ازاد يې پرېښوول،چې د جګړې پيلوونکي وي. بيا پر همدې ځواکونو غاړه خلاصوي او په لمانځه کې چې په امام پسې درېږي،خبرې ورکوي،وايي:

“دا د خداى عزوجل او ستاسې پر وړاندې يو عذر دى،زه هله درته راغلم،چې ليکونه مو راورسېدل او استازي مو راغلل چې: “موږ ته راشه،چې امام نه لرو،هيله ده،چې خداى مو ستا له لارې پر هدايت راټول کړي” اوس؛نو که پرخپلو ژمنو ولاړ ياست،راغلى يم او که ډاډمنه ژمنه راکوئ؛نو ښار ته مو درننوځم او که داسې و نه کړئ او ننووتل مې ښه نه ايسئ،له تاسې مخه اړوم .”

او په دويمه خطبه کې يې وويل : “که پروا وکړئ او حق يې اهل وړ ته پر رسميت وپېژنئ؛نو د خداى پر وړاندې خورا منلې ده . موږ اهل البيت په تاسې کې مشرۍ او واکمنۍ ته لومړيتوب لرو،نه دا مدعيان او نور چې پر ظلم درباندې حکومت چلوي …”

او پر خپلو يارانو يې هم غاړه خلاصه کړه او و يې ويل: “ايا نه وينئ،چې پر حق عمل نه کېږي او له باطلو نهې نه کېږي؟حق دى،چې مؤمن په داسې حالاتو کې لقاء الله ولټوي؛چې زه مرګ يوازې نېکمرغي او له دې ظالمانو سره ژوند يوازې پښېماني او خپګان وينم.”

او يارانو يې ورته وويل:” پر خداى قسم که دا نړۍ تلپاتې او همېشه وه او موږ پکې تلپاتې کېږو او ستا د ملګرتوب لپاره بېلتون ترې لازم و؛نو په يقين چې له تا سره پاڅون ته مو پرې غوراوى ورکاوه.”

او د “طرماح” د وړانديز [= د طى د ټبر غرونو ته ولاړ شه،چې شل زره طايي درنه دفاع وکړي] په ځواب کې يې وويل: “زموږ او ددې خلکو تر منځ يو تړون دى،چې په شتون يې مخ ترې اړولاى نشم .”

هو! د امام حسين او عراقيانو ترمنځ يو تړون و،چې همغو ته ور روان و او مخ يې ترې اړواى نه شو،چې غاړه پرې خلاصه کړي .

امام د پينځو مياشتو په ترڅ کې،پر مسلمانانو په ټولو ښارونو، ټولنو او اسلامي مرکزونو کې غاړه خلاصه کړه؛ په مدينه، مکه، کوفه،بصره او ….. او هغوى چې په شام کې وو،د ويناوو او ليکونو له لارې یې د امام پيغام واورېد او له خوځښته يې خبر شول .

امام د وسلوال پاڅون لپاره له خپلو ملګرو بيعت واخست . خپل استازى مسلم يې کوفې ته ولېږه او هغه هم له ټولو بيعت واخست او په شهادت ورسېد. بيا چې امام په آرامۍ او دبدبه عراق ته روان و؛نو په دې ټوله موده کې هغو حاجیانو ته دا شونې وه،چې د حج د مراسمو تر پای ته رسېدو وروسته یې ځانونه د امام حسین له هغه کاروان سره یوځای کړي وای،چې ډېر ورو د عراق په لوري روان وو. د مکې، مدينې، کوفې،بصرې او نورو اسلامي ښارونو له اوسېدوونکيو يې چې مرسته وغوښته؛نو دوی ټولو کړاى شول،چې د امام حسین بلنې ته یې لبیک ویلى وای؛ځکه دا پاڅون ناڅاپي نه و،چې دا مسلمانان دا پلمه او عذر وړاندې کړي او ووايي،چې فرصت يې تر لاسه نه کړ؛بلکې امام،چې به له يوې سيمې څخه بلې ته تله؛نو د مسلمانانو او د هغوی د خبر وړونکیو کسانو په مخ کې به یې د واکمن خلافت د چارواکیو په هکله خبرې اترې او  بحثونه کول او ورباندې به یې نیوکې کولې .

نو ځکه له امام حسین سره په نه یارۍ کولو کې دوی ټول شریک دي،که څه کوفيانو د رسوایۍ دا دروند پیټې پر غاړه واخست،چې امام ته یې بلنه ورکړه او دا چې امام یې بلنه ومنله او د دوی خاورې ته ورسېد؛نو کوفیانو ورسره پر جګړې لاس پورې کړ.

امام کربلا ته تر رسېدو مخکې په خپلو ويناوو او کړنو،پر ټولو مسلمانانو خپله غاړه خلاصه کړه. دا چې کربلا ته ورسېد اوعراقيانو په بې شرمۍ خپل بل مخ وروښود او خپلې ټولې کړې ژمنې یې له امام سره ماتې کړې او زرګونه تنه يې د امام حسین مخې ته ور مخکې کړل او د خلافت د مشرانو د خوشحاله کولو لپاره یې د امام حسین د وینې توینې هوډ وکړ؛نو په دې وخت کې امام حسین پخپلو ویناوو او کړنو په تېره بیا د خلافت پر واکمنو داسې خپله غاړه خلاصه کړه :

 لومړى يې د خلافت پلویانو ته وړانديز وکړ،چې لاس را نه واخلئ،چې په دې توګه زه به هم وسله پر ځمکه کېږدم او له کوم ځایه ،چې راغلې ، بېرته ورستون شي یا د هېواد داسې پولو ته ولاړ شي،چې هلته مسلمانان اوسي او په دې توګه د ده له خوا به حکومت ته هیڅ ډول ګواښ نه ورسي او په داسې یو دریځ کې وي؛لکه حضرت سعد وقاص، حضرت عبدالله بن عمر او اسامة بن زید (رضي الله عنهم) چې دده له پلار علي (ک) سره درلودل او هغه داسې،چې دوی ټولو د علي (ک) په خلافت کې له علي(ک) سره بیعت و نه کړ.

خو د خلافت لښکر دا وړانديز و نه ما نه او ويې ويل : بايد بيعت وکړي او د “ابن زياد” حکم ته غاړه کېږدي؛خو امام و نه منله او د خداى لقاء ته چمتو شو. داچې له کوفې څخه د يزيد په لښکر کې پر راغلیو کوفیانو او خپلو يارانو غاړه خلاصه کړي؛نو د محرم د نهمې ورځ “تاسوعا” په مازيګر امام له کوفیانو وغوښتل،چې يوه شپه مهلت ورکړي،چې خپل پالونکي ته لمونځ وکړي او تضرع او عاجزي وکړي او قرآن کريم ولولي،چې خورا ورته ګران و او داچې په ډېر لږ ځنډ يې ومنله؛نو خپل ياران يې راوغوښتل،ورته يې وويل :

“با خبر! ګومان نه کوم،چې له دې دښمنه به نن راباندې سبا شي،اجازه مې درکړه،چې ولاړ شئ، ټول آزاد ياست، زما پر تاسې کومه ذمه واري او حق نشته،دا تياره شپه خپله سپرلۍ کړئ او هر يو مو زما د اهل البيتو د يوه لاس ونيسئ او له ځان سره يې بوځئ او خداى دې خير درکړي،بيا په دښتو او ښارونو کې خپاره شئ،چې دا قوم يوازې ما غواړي او که ما ووژني؛نو له  نورو لاس اخلي.”

په دې وخت کې، بني هاشمو ځواب ورکړ: “ولې دا کار وکړ؟ ځکه چې تر تا وروسته ژوندي پاتې شو؟ خداى دې هيڅکله هغه ورځ زموږ پر برخه نه کړي!”

امام د عقيل اولادې ته وويل: “د مسلم وژنه مو بس ده، ولاړ شئ، چې اجازه مې درکړې!”

ورته يې وويل: “… نه ! پر خداى قسم دغسې نه کوو؛بلکې ځانونه، شتمنۍ او کورنۍ مو درځار،په ملاتړ دې جنګېږو،چې درسره شهيدان شو،خداى دې تر تا وروسته ژوند ناوړه او تريخ کړي!”

 بيا د امام يارانو په خبرو لګيا شو او حضرت مسلم بن عوسجه وويل :”موږ دې يوازې پرېږدو؟! خداى ته به ستا د حق پوره کولو په باب څه عذر راوړو؟ هن! پر خداى قسم در څخه نه بېلېږو،چې خپله نېزه يې په سينو و ټومبو او چې توره مې په لاس وي، سرونه يې ورمات کړم او که وسله را سره نه وه؛ نو په دې ډبرو به یې ولم،چې درسره ومرم .”

او  حضرت سعيد بن حنفي وويل : “پر خداى قسم،درڅخه نه جلاکېږو،چې خداى پوه شي،چې موږ يې د پېغمبر په نشتون کې ستا درناوى کوو  . هن! پر خداى قسم که پوه شم،چې وژل کېږم او بيا ژوندى کېږم او بیا وژل کېږم او تر اویا ځلو پورې همداسې کېږم؛نو بیا هم درڅخه نه جلا کېږم،چې ځان مې درځار کړم! او څنګه دغسې و نه کړم، حال دا چې دا يوازې يو ځل وژنه ده او وروسته ترې ناپایه عزت او کرامت وي؟!”

د امام نورو يارانو هم دا شان خبرې وکړې او د خپل پالونکي لقا ته چمتو شو او شپه يې تر ګهيځه پر عبادت تېره کړه.

راوي وايي : “امام حسين او يارانو یې ګرده شپه پر لمانځه تېره کړه،استغفار دعا او عاجزي يې کوله” او هم يې سبا ته له دښمن سره د مبارزې تياري کوله او هم يې ورباندې غاړه خلاصوله : امام د هغې شپې په يوه برخه کې لارښوونه وکړه،چې د خيمو تر شا يوه اوږده کنده وباسي او خس پکې واچوي او چې سبا شو دښمن ته مخامخ ودرېدل،چې کېږدۍ يې شا ته شوې او خسو ته يې اور واچاوه، چې تر شا پرې يرغل ونشي او پر هغوى تر غاړې خلاصونې مخکې و نه وژل شي؛بلکې پخپله امام او يارانو يې په يو بل پسې خبرې ورته وکړې،چې د عاشورا پر ورځ دواړه لښکرې يو بل ته مخامخ او جګړې ته چمتو شوې؛نو امام پر خپل اوښ سپور شو او مخامخ ورته ودرېد او ترې يې وغوښتل چې چوپ شي؛ نو ويې ويل : ” خلکو! خبره مې واورئ او بيړه مه کوئ،چې نصحيت درته کوم ….تاسې د خداى پر استازي محمد (ص) ايمان راوړی، بيا مو د هغه ځوځات او عترت تر بريد لاندې نيولى او هوډ مو کړى،چې ويې وژنئ؟! …. خلکو! ووينئ چې زه څوک يم او له کومې کورنۍ يم،بيا په خپل ګرېوان کې سر ننباسئ او ځان مو پړ کړئ او سوچ وکړئ،چې زما وژنه او زما د درناوي لتاړل درته روا دي؟! ايا زه ستاسې د پېغمبر د لور زوى نه يم؟! ايا زما او د ورور په اړه مې د رسول الله (ص) دا خبره در رسېدلې نه ده چې :” دا دواړه د جنتي ځوانانو ښاغلي دي؟” که په دې خبره شکمن ياست؛نو ايا په دې هم شکمن ياست،چې زه د پېغمبر د لور زوى يم؟ پر خداى قسم په  خيتځ او لویدیځ کې،بې له ما د پېغمبر(ص) د لور کوم زوى نشته،نه په تاسې کې او نه په نورو کې! پر تاسې افسوس! ايا له تاسې مې څوک وژلي،چې کسات را څخه اخلئ يا مې ستاسې څه شتمني له منځه وړې يا مې کوم يو ټپي کړى ياست؟! او بيا يې غږ کړ : “شبث بن ربعي! حجاز بن ابجر! قيس بن اشعث! زيد بن حارث! ما ته مو کښلي نه وو: “راځه چې مېوه رسېدلې او بوستانونه شنه شوي او درته چمتو کړاى شوى لښکر دې په چوپړ کې دی ؟!”

او و يې ويل: “خلکو! که خوښ نه ياست، پرېږدئ،چې ستون شم!”

 قيس بن اشعث ورته وويل: “ولې د خپلو ترونو زامنو امر ته غاړه نه ږدې؟”

 امام ورته وويل: “بې پلاره او د بې پلاره زوى پر دوو لارو  ودرولې یم : توره او جګړه خوښه کړم یا ذلت! ؛خو ذلت ته به کله هم غاړه کېنږدم!” او ويې ويل: “پر خداى قسم،چې تردې وروسته يوازې د يو اس د سپرلۍ هومره درنګ نه کوئ او بيا به مو د روزګار څرخه په بله واړوي!… دا يو حقيقت دى، چې پلار مې له نيکه رسول الله (ص) راته ويلي دي .” بيا خپل لاسونه اسمان ته ونیول او ويې ويل:”خدايه! د اسمان باران پرې درېغ کړه … او د ثقيف مريي پرې واکمن کړه،چې ترخه جامونه ورباندې وڅښي.”

ورسته،د خلافت لښکر (چې د محمد (ص) امتيان دي) د خپل پېغمبر د لور له زوى سره جنګېږي،چې له يزيد سره بيعت وکړي او د ابن زياد امر ته غاړه کېږدي! او امام او ياران يې د نارينه وو وژنه او د ښځو بنديانول مني؛خو بيعت نه مني.

هو!د خلافت لښکر د پېغمبر (ص) لمسی وژني،عترت يې بنديانوي،چې خليفه او خپل والي خوشحاله کړي او انعام ترې واخلي! او امام او لښکر يې شهادت غوره کوي،چې د خداى رضا تر لاسه کړي او اُخروي ثواب يې پر برخه شي.

دليل مو – پر تېرو څرګندونو سربېره – پر هغه ورځ د دواړو لښکرو ويناوې او کړنې دي.

د مثال په ډول :

د خلافت د لښکر بولندوي یا قومندان “عمر بن سعد” پر خپلې ليندۍ غشى ږدي او د امام حسين پر کېږديو يې ور ګوزاروي او وايي: “د امير پر وړاندې شهادت ورکړئ،چې زه لومړى غشى ايشتونکى وم!”

او امام حسين لاسونه اسمان ته نيسي او وايي: “خدايه! په هر کړاو او پرېشانۍ کې مې يوازې ته پناه او هيله يې.”

چې څه د دواړو لښکرو په ضمير کې وو،پخپلو ويناوو او کړنو يې پکې سيالي وکړه؛ لکه چې د خلافت د لښکر له لوري “مسروق وائلي” وايي : “زه د لښکر له مخکښانو ځنې وم او له ځان سره مې وويل :”غوره ده،چې تر ټولو ړومبى د حسين سر تر لاسه کړم،چې د عبيدالله پر وړاندې د يو مقام خاوند شم!”

د امام حسين په لښکر کې د ابوذر غفاري (رض) آزاد کړای شوی مريي له امام څخه د جګړې اجازه اخلي او چې امام ورته وايي: “ته خو راسره د سوکالۍ لپاره راغلى وې،زما له لوري ازاد يې” هغه وايي: “په سوکالۍ کې خو ستاسې کاسه پاکى وم،په دې سختۍ کې مو نه پرېږدم؟! بوى مې وروست،ټبر مې ټيټ او رنګ مې تور دى! دا دى جنتي مې کړه،چې بوى مې ښه او رنګ مې سپين شي! نه،پر خداى قسم در څخه نه جلا کېږم،چې دا توره وينه ستاسې له وينې سره ګډه شي!”

او چې امام حسين ورته اجازه ورکړه، پر دښمن يې بريد وکړ او و يې ويل :

كيف يرى الفجار ضرب الاسود     بالمشـرفى القاطع المهند

احمى الخيار من بنى محمد     اذب عنـــــــــــهم باللسان واليد

ارجو بذاك الفوز عند المورد     من الالـــــــــه الواحد الموحد

“بد چاري، څنګه ددې تور ګوز ار ويني؟ هغه ګوذار،چې په هندي لغړه توره ور رسي، زه د آل محمد له نېکچارو ملاتړ کوم او په لاس او ژبه ترې دفاع کوم او په دې چار له ايکي يو خداىه په قيامت کې د ژغورنې هيلمن يم.”

او تردې وروسته شهيد شو، امام حسين يې پر سر ودرېد او و يې ويل: “خدايه! مخ يې سپين او بوى يې خوږ کړې او له محمد (ص) سره يې راپاڅوې او د هغه او آل محمد ترمنځ مينه را دبره کړه .”

او هم د امام حسين په لښکر کې يوولس کلن تنکى ځوان و،چې پلار يې په همدې جګړه کې شهيد شوى و،له امام څخه يې د جګړې اجازه وغوښته؛خو امام و نه منله او ويې ويل: “ددې تنکي ځوان پلار شهيد شوى دى، ښايي د مور يې خوښه نه وي .

” تنکي ځوان وويل: “مور مې را ته ويلي!” او چې ووژل شو سر يې د امام حسين د لښکر پر لور ورګوزار کړ او مور يې را پورته کړ او وينه يې ترې پاکه کړه او د دښمن د يوه پوځي پر لور يې ورګوزار کړ او خپلې کېږدۍ ته ستنه شوه او یو لرګی يې راواخست او دښمن ته ورغله او و يې ويل :

انا عجــــــوز سيدى ضعيفة      خاوية بالية نحيفة

اضربكم بضربة عنيفة     دون بنى فاطمة الشريفة

“زه کمزورې بوډۍ د ځان اغلې يم ،لوېدلې، زړه (خو) په سخت ګوزار مو ځپم . د فاطمې د شريفې اولادې په مخ کې”

 او امام امر وکړ، چې ستنه یې کړئ او هم د امام په لښکر کې د  حضرت عمرو ازدي په څېر ډګر ته ځي او وايي:

اليوم يا نفس الى الرحمن     تمضين بالروح و بالريــحان

اليوم تجزين على الاحسان     قد كان منك غابر الزمـــان

ما خط باللوح لدى الديان     فاليوم زال ذاك بالغــــفران

“زما نفسه، نن د رحمن خداى پر لور  او د روح او ريحان پر لور ځې، نن بدله اخلې (؛خو) د نېکچارو بدله اخلې.

تا وړاندې چارې کړي،چې کښل شوي او له حسابګر خداى سره دي او نن هغه چارې په بښنې له منځه ولاړې”

او هم د حضرت عمرو ازدي زوی؛حضرت خالد د جګړې ډګر ته ځي او وايي :

صبرا على الموت بنى قحطان     كيما نكون فى رضى الرحمن

ذى المجد و العزة و البرهان     يا اءبتا قد صرت فى الـــجنان

“بني قحطانو پردې مرګ زغم وکړئ ،چې د خداى د رضا په کړۍ کې ور دننه شو. خداى چې د دبدبې،عزت او برهان خاوند دى. پلاره! په يقين چې جنت ته ولاړې” .

حضرت سعد بن حنظله چې ډګر ته ځي وايي :

صبرا على الاسياف و الاسنة     صبرا عليها لدخول الجنة

يا نفس ! للراحة فاطرحنة     و فى طـــــــلاب الخير فارغبة

“پر دې تورو او نېزو زغمناک وسه؛ځکه پرې زغمناک وسه چې جنت ته پرې ځې. زما ځانه! د راحت لپاره ترې تېر شه او په خير پسې وسه او لټوه يې”

او د امام په  لښکر کې حضرت زهير بن قين دى، چې امام پر ولو وهي او وايي :

اقدم هديــــــــــت هاديا مهديا     فاليوم تلقى جدك النبيا

و حسنا و المرتضا عليا     و ذا الجناحين الفتى الكميا

و اءسد الله الشهيد المحيا

“مخ پر وړاندې لارې موندونکيه، لارښوونکى او هدايت کاره! نن دې له خپل نيکه پېغمبر سره وينې.حسن و علي مرتضى ،جعفر طيار هغه زړه ور ځوانمرد او حمزه د خداى زمرى هغه ژوندى شهيد.”

او وايي :

اقدم حسين ، اليوم تلقى احمدا     و شيخك الخـير عليا ذا الندى

و حسنا كالبدر وافى الا سعدا     و عمك القــرم الهــجان الا صيدا

و حمزة ليث الاله الا سدا     فى جنـــــــــــــــة الفردوس تعــــــلو صعدا

“حسينه! مخ پر وړاندې، چې نن احمد وينې  او نېکچارى پلار دې علي بخششونکى او حسن، چې په ستوريو کې له ځلانده سپوږمۍ وه او ستر تره دې هغه هسکه غاړى وتلى مشر او پياوړى حمزه هماغه د خداى زمرى، په فردوس جنت کې يې وينې او کښته او پورته ځې.”

اوحضرت  نافع بن هلال برید کوي او  وايي:

اءنا الغلام اليمنى الجملى     دينى على دين حسيـــن و على

ان اءقتل اليوم فهذا اءملى     و ذاك راءى و اءلاقــــــى عملى

“زه هماغه يمني جملي ځوان يم،چې دين مې د حسين او علي دين دى.که ووژل شم؛ نو دا مې هيله ده او هم، نظر مې دا دى، چې نن خپل عمل وينم.”

او د امام حسين په لښکر کې دهغه زوى حضرت علي اکبر دى چې وايي:

اءنا على بن الحسى بن على     نحن و بيت الله اءولى بالنبى

“زه علي، د حسين بن علي زوى يم، پر خداى قسم چې پېغمبر ته خورا نژدې يو.”

او د امام حسین وراره حضرت قاسم د جګړې په ډګر کې وايي:

ان تنكرونى ، فاءنا فرع الحسن     سبط النبى المصطفى و المؤ تمن

“که مې نه پېژنې زه د حسن بچى يم،د نبي مصطفى او امين کړوسى”

محمد بن عبدالله بن جعفر وايي :

اشكو الى الله من العدوان     فعال قوم فى الردى عميان

قد بدلوا معالم القرآن     و محكم التـــــــــنزيل و التـبيان

و اظهرو الكفر مع الطغيان

“له دې دښمنانو خداى ته شکايت کوم؛هغه قوم،چې پرېوتی او په ړندو سترګو عمل کوي،د قرآن آيتونه يې واړول؛ محکمات او بينات يې واړول  او خپل کفر او سرغړاندي يې را بربنډه کړه”

او د امام حسین ورور حضرت عباس وروسته تر دې،چې ښی لاس یې پرې کړای شو؛نو وايي:

والله ان قطعتم يمينى     انى احامى اءبدا عن دينى

و عن امام صادق اليقين     نجل النبى الــــطاهر الامين

يا نفس ! لا تخشى من الكفار     وابشرى برحمة الجبار

مع النبى المصطفى المختار

“پر خداى قسم که څه ښى لاس مې پرې شو؛(خو) زه تل له خپل دينه ملاتړ کوم،او له هغه مشره چې رښتن باوري دى،د هغه سپېڅلي امين پېغمبر له ځوځاته .”

او وايي:

“اى نفسه! له دې کافرانو مه ډارېږه او د جبار خداى پر لورنې خوشحاله وسه.د سيد مختار پېغمبر تر څنګ”

بلخوا د خلافت په لښکر کې داسې کسان هم وو،چې د امام حسین په غېږ کې یې د هغه شيدې خور ماشوم په غشي وایشت.

او د خلافت په لښکر کې داسې کسان هم وو،چې د مور په مخ کې یې دهغه ماشوم  په توره حلال کړ!

کاشکې پوهېدلم!،چې د خلافت لښکر هغه کوچنی ماشوم ولې وواژه یا یې ځکه وواژه،چې له یزید سره يې بيعت و نه کړ؟! ايا د رسول الله (ص) د اهلبيتو ښځې او لوڼې یې ددې لپاره بنديانې کړې او له کربلا څخه يې کوفې ته او له کوفې يې شام ته بوتلې او د کوفې په “امارت خونه” کې يې حاضرې کړې او د شام بند ته يې بوتلې او د خليفه یزید بن معاویه غونډې ته يې راوستې،چې بيعت ورسره وکړي؟! په رښتیا هم دا هر څه یې د څه لپاره وکړل؟ ولې د خلافت لښکر د آل رسول  کېږدۍ وسوځولې؟! ولې د خلافت لښکر خپل اسونه نعل کړل او د رسول الله (ص) د لمسي سينه او شا يې پرې ولتاړله ؟! ولې يې د امام حسين او اهل بيتو او يارانو تنې په بېديا کې پرېښوولې او خاورو ته يې و نه سپارلې؟! ولې يې سرونه ور پرې کړل او په خپلو کې يې واېشل او پر نېزو يې په ښارونو کې ګرځول؟! دا يې ځکه وکړل،چې ابن زياد پوه شي د خليفه حکم ته لاس په نامه دى، يو يې وايي:

فاء بلغ عبيدالله اما لقيته بانى مطيع للخليفه سامع !

“که عبيدالله دې وليد ورته ووايه چې زه د خليفه حکم ته لاس په نامه يم”

او بل ابن زياد ته وايي :

املا ركابى فضـــــة و ذهبــــــا     انى قتــــــــــــــلت الملك المحجبا

قتلت خير الناس اءما و اءبا     “رکاب مې له سرو سپينو ډک کړه

چې پر لاس نه راتلونکى پاچا مې وواژه،چې د غوره موروپلار خاوند و”

هو! دا کړنې يې ددې لپاره وکړې،چې ابن زياد ترې خوشحاله او د خليفه خبره یې منلې وي او د سرو سپينو د تر لاسه کولو لپاره؛نو له همدې امله يې د ابن زياد  ماڼۍ ته مخامخ وويل :

نحن رضضنا الصدر بعد الظهر     بكل بعبوب شديد الاسر

“موږ وو،چې هغه ټټر او شا مو وځپله! په يو يو زين کړاى شوي تېرو آسونو!”

او د “خولي” په نامه یو کس،چې د امام حسین سر خپل کور ته راووړ؛نو خپلې مېرمنې ته یې وويل : “د روزګار پانګه مې درته راوړې . دا د حسين سر دى،چې ستا په کور کې دى!

نو ځکه، د امام لښکر د خداى او رسول الله(ص) د رضا او آخرت لپاره جنګېدل او د خليفه لښکر د يزيد او ابن زياد د رضا او د سرو سپينو لاس راوړو ته!

او په رښتيا،چې خليفه يې سترګې رڼې کړې او “ابن زياد” ته يې زر ورکړې او د کوفيانو جيره يې د ښه اطاعت له امله، سلو په سلو کې ور زياته کړه.

خو ولې د مسلمانانو خليفه داسې وکړل؟ ولې یزید د امام حسین د پرېکړای شوي سر د خولې مخکېني غاښونه په خپلې همسا وهل؟ ولې يې درې ورځې د امام حسین سر پر نېزه باندې په دمشق کې راځوړند کړ او بیا یې ښار په ښار وګرځاوه؟!

دا هغه مطالب دي،چې یزید  ترې پخپلو اشعارو کې پرده پورته کړې او ویلي دي :

لست من خندف ان لم اءنتقم     من بنى احمد ما كان فعل

قد قتلنا القرم من ساداتهم     و عدلنا ميل بدر فاعــتدل

“د خندف له ځوځاته به نه يم، چې د احمد له ځوځاته د هغه څه کسات وانخلم چې يې وکړل! موږ يې د مشرانو مشر وواژه او د بدر غچ مو واخست او يو رنګ شو.”

هو! دا د “بدر” پخوانۍ کينې دي! هماغه،چې د یزید نيا “هنده” یې دې ته اړه کړه،چې د حضرت حمزه نس څيرې کړي، “مُثله” يې کړ او د هغه ځيګر یې وژوه او و يې ويل:

شفيت من حمزة نفسى باءحد     حين بقرت بطنه عن الكبد

“په احد کې مې په حمزه ځان ورغاوه،هله چې له ځيګره مې يې نس ور څيرې کړ”

د یزید نيکه ابوسفيان د احد پر ورځ د حضرت حمزه (رض) شونډې پخپلې نېزې ووهلې او ورته يې وويل: ” ذق عقق،اى نامهربانه وڅکه!” او د احابيشو د قوم مشر “حليس” چې هغه وليد و يې وويل: ” !  هذا سيد قريش يصنع بابن عمه لحما ما ترون ؟ بني کنانه! دا د قريشو مشر دى، چې د خپل تره په وژنې دغسې کوي،چې ګورې يې!”

د یزید نيکه ابوسفيان د حضرت عثمان(رض) په زمانه کې د هغه په شتون کې وويل : “امويانو! دا خلافت د غونډوسکې په څېر لاس په لاس کړئ،چې د هغه په حق،چې ابوسفيان پرې قسم خوري، تل مې درته د خلافت هيله کوله،چې د اولادونو مو ميراث شي!”

پر هغه مهال،چې ابوسفیان د حضرت حمزه(رض) قبر ته ورغى او پر لغته يې وواهه او و يې ويل : “ابا عماره! هغه حکومت،چې پرون دې د هغه له امله په توره زما پوټکى کاږه،نن زموږ له کوچنيانو سره دى او لوبې پرې کوي!!”

ايا د يزيد پلار حضرت معاويه ونه ويل چې : “ددې هاشمي سړي؛يعنې رسول الله – د ورځې پينځه ځل په لوړ غږ نوم يادېږي! نه، پر خداى قسم (لاس نه اخلم) خو دا چې خاورې پرې واړوم، خاورې پرې واړم!!”

ايا د يزيد د پلار د حضرت معاويه لښکر نه و،چې د “بُسر بن ارطاه” په مشرۍ يې دېرش زره مسلمانان ووژل او کورونه يې وروسېځل او پخپل لاس یې د حضرت عبيدالله بن عباس (رض) دوه کوچنيان حلال کړل؟! [736]

نو، يزيد د مسلمانانو خليفه پخپلو ويناوو او چلن کې پخپل نيکه (ابوسفيان)، ‎نیا ( ځیګر خورې هندې) او پلار ( حضرت معاويه) پسې روان و.

او د خلافت مشرانو ګرد سره له رسول الله (ص) کسات واخست او ځانونه يې ورغول!!

 

د امام حسين د شهادت اغېزې

يزيديانو د رسول الله (ص) ځوځات وواژه، مُثله يې کړل،اهل بيت يې بنديان کړل او په ښارونو کې یې وګرځول او مسلمانانو دا ټولې پېښې وليدې او واورېدې!

دا پېښې د کربلا،کوفې او شام ترمنځ له دوو مياشتو څخه په لږې مودې کې پېښې شوې،چې امام حسين د “ترويه” پر ورځ له مکې راووت.

حاجيان چې راستانه شول؛نو د مسلمانانو د خلیفه پر ضد د امام حسين د پاڅون خبر يې ټولو لرو پرتو اسلامي سيمو ته ورساوه او څوک له دې پېښې څخه بې خبره پاتې نشول او خورا طبيعي وه،چې هر مسلمان ددې خبر له وروستي حاله ځان خبراوه.

په پایله کې هر څوک له دې غمناکې پېښې خبر شو او د هر مؤمن زړه یې و درداوه . دا دومره ستر او دردناک ناورين و،چې که هر مسلمان اورېده؛نو يو تکليف يې احساساوه. داسې چې د يزيد په کاله کې هم ژړاګانې شوې او د ناستې پاستې انډيوالانو او د جومات ملګرو يې هم ورباندې نيوکه وکړه . دې ناورين مسلمانان په دوو ډلو ووېشل :

يوه ډله د خلافت په بېرغ پسې ولاړه او د پېغمبر (ص) د ځوځات وژنې، د نبوي حرمت د حريم لتاړل او د کعبې ويجاړۍ دا کسان د خليفه له دوستۍ او ولايته منع نه کړل؛بلکې کينې يې لا هم زياتې شوې!

بلې ډلې د خلافت مشرتابه له کړنو کرکه وکړه او په زړه کې يې د خلافت د درناوي ماڼۍ ړنګه شوه او پر ضد يې راپاڅېدل؛لکه د مديني هستوګن د”حرې” په پېښه کې او نور چې د خلافت د چارواکيو پر ضد راپاڅېدل .

د خليفه او خلافت پر ضد پاڅون په يو بل پسې پيل شو؛خو ډېرو لږو يې د اهل البيتو د امامانو حق پر رسميت وپېژانده او له اهلبیتو یې لاروي وکړه. دا خوځښت د امام حسين په پاڅون پيل او لومړى تن يې حضرت زهير بن قين و،چې پخپله د حضرت عثمان (رض) له مینوالو و او له امام حسین سره تر ليدو کاتو وروسته علوي او حسيني شو او ورپسې “حر بن يزيد رياحي” د خلافت د لښکر يو قومندان و،چې له امام سره د جګړې لپاره راغلى و؛خو توبه يې وکړه او د امام حسين په مخ کې شهيد شو.

د انقلابيانو دې کوچنۍ ډلې ومونده،چې د خليفه سيرت او رامنځ ته شوى خلافت له اسلام سره اړخ نه لګوي او د اهل البيتو امامانو د مشرتوب پر سموالي او رښتينتوب يې ايمان راووړ او ځانونه يې د رسول الله (ص) راوړي اسلامي احکامو منلو ته چمتو کړل .

هغه احکام، چې د اهل البيتو له امامانو سره په زېرمتون کې وو او يو امام له مخکېني امامه ميراث کړي وو او له دې لارې د اسلامي احکامو د تبليغ او خپراوي لپاره لارې چارې چمتو شوې او د اهل البيتو امامانو ورته توجه وکړه او امام سجاد یې په هغه ناروغۍ کې پيلګر و،چې پکې ومړ.

 

 

د امام حسين تر شهادت وروسته

د حرمين شريفين خوځښتونه

 

د مکې او مدينې خوځښت

د امام حسين (رض) د شهادت له پېښې څرګندولو مو موخه دا نه ده،چې د پېښې په اړه يې پوره روايات راټول کړو او نه د کربلا د پېښې پلټنه او نه يې د وخت او ځاى ښوول دي؛بلکې موخه مو داده، چې د خلافت او امامت پر ښوونځيو يې پر اغېزو پوه شو او چې څه مو ولوستل ددې موخې پر پوهېدو او لاسرسي ته بسيا دي .

د خلافت پر ښوونځي د شهادت يو اغېز،د اموي حکومت پر ضد د مسلمانانو د خوځښتونو لړۍ وه،چې مخکښ يې د مکې او مدينې د خلکو خوځښت و.

مسعودي وايي: چې د يزيد او مامورينو تېرى،فسق او فجور نړيوال شول او ګرد خلک يې راونغاړل؛د رسول الله (ص) لمسى او ياران يې ووژل، شراب څښل او فرعوني خوى يې د خاصو او عامو په خولو شو،حضرت عبدالله بن زبير(رض) ورسره له بيعته ډډه وکړه او “نېشه يي” يې ونوماوه او د مدينې خلکو ته يې پېغام ولېږه او نيوکې يې پرې وکړې او کړي ګناهونه يې ورياد کړل او له يزيد سره يې جګړې ته ترې مرسته وغوښته . [737]

طبري او نور وايي : چې حسين (رض)‏ شهيد شو،ابن زبير (رض) په مکه کې پاڅون وکړ او د هغه شهادت يې ستره پېښه وګڼله او کوفيان يې ورټل او عراقيان يې پړه کړل او د خداى تر ستاېنې او پر محمد (ص) تر درود ويلو وروسته يې وويل :

“بې له يو لږ شمېره، ګرد سره عراقيان ټګيجن او بد چاري دي او کوفيان د عراقيانو شريان دي!”

حسين يې وباله،چې ملاتړ يې وکړي؛خو چې ورغى پر وړاندې يې راپاڅېدل او ويې ويل: “يا به راسره ځې،چې لاس تړلى دې ابن زياد ته ولېږو،چې په اړه دې خپله پرېکړه عملي کړي يا درسره جنګېږو” او پر خداى قسم ! حسين او يارانو يې ځانونه د ګڼ شمېر کوفيانو پر وړاندې خورا لږ وګڼل،که څه  خداى څوک خبر کړي نه دي، چې وژل کېږي – خو حسين پر پرېوتي ژوند عزتمن مرګ غوره کړ؛نو پر حسين دې د خداى لورنې او پر وژونکيو دې يې بدمرغۍ وي! پر ځان مې قسم، کېداى شي چې له حسين سره مخالفت يې ورته پر واعظ او مخنېونکي واوړي؛خو څه چې مقدر شوي،نازلېږي او دا چې خداى څه وغواړي،کټ مټ ترسره کېږي ايا تر حسين ورسته پر دې قوم ډاډمن شوو او پر خبره او ژمنه يې باور وکړو؟! نه ! بيخي يې د دې وړ نه بولو،هو ! پر خداى قسم، چې هغه يې وواژه، چې تل يې اوږده شپه پر عبادت تېروله، په روژو نيولو روږد و. تر دوى چارواکۍ ته خورا وړ و او په دين او ځانګړنو کې ورباندې اوچت و. هو ! پر خداى قسم،چې غنا او ساز يې د قرآن او سندرې او چټيات يې د ژړا او له خدايه د وېرې ځايناستي نه کړل او نه د شراب څښل د روژې نېونې او نه يې نڅا او ښکار د “ذاکر” پر غونډو غوره کړل (حضرت ابن زبير (رض) دلته په اشارې د يزيد چارې يادوي) او ژر به د خپلو چارو پايله وويني!

په دې حال کې ياران يې ترې راتاو شول،و يې ويل: “سړيه! بيعت یې ښکاره کړه،چې د حسين تر وژنې وروسته،څوک پاتې نه دى،چې په حکومت کې درسره شخړه وکړي!” او ابن زبير (رض) چې تر دې له مخه په پټه له خلکو بيعت اخسته او ځان يې بيت الله ته پناه وړونکى ښووه، ورته يې وويل: “بيړه مه کوئ!”؛ځکه “عمرو بن سعيد” د مکې والي و او تر سختې څارنې لاندې يې وو؛خو په عين حال کې په نرمۍ ورسره چلېده او چې يزيد بن معاويه ته جوته شوه،چې ابن زبير (رض) په مکه کې د ځواکونو په راټولو لګيا دى؛نو له خداى سره يې ژمنه وکړه،چې په ځنځير به يې تړي نو تړلو ته يې د سپينو زرو يو ځنځير ورولېږه . د يزيد استازي، په مدينه کې له مروان حکم سره وليدل او له پېښې يې خبر کړ او مروان وويل :”خذها فليست للعزيز بخطة – و فيها مقال لامرى متضعف”

“ويې نيسه،چې د عزيز نښه نه وي؛بلکې هغه ته يو پيغام دى،چې ځان کمزورى ښيي!” د يزيد استازى له مروانه د ابن زبير (رض) خوا ته ولاړ او له مروان سره ليده کاته او د هغه شعر يې ورته ووايه او ابن زبير وويل : “نه پر خداى قسم،چې زه هغه نه يم،چې ځان کمزورى وښيم” او استازى يې په نرمۍ بېرته ولېږه.

په مکه کې د ابن زبير (رض) چار په درز روان و او مدينوالو ورسره ليک ليکاړى وکړ او خلکو ويل : “د حسين (رض) تر وژنې وروسته څوک نشته،چې له ابن زبير (رض) سره سيالي او شخړه وکړي!” [738]

 

ابن زبير (رض) ته د يزيد استازي

ابن اعثم،دينوري او نور ابن زبير(رض) ته د يزيد د استازيو په اړه وايي، چې موږ د ابن اعثم عبارت راوړى :

ابن زبير(رض) پاڅون وکړ او خلک يې خپل بيعت ته راوبلل،چې يزيد خبر شو او خپل لس تنه غوره ياران يې (چې نعمان بن بشير انصاري او عبدالله بن عضاه اشعري هم پکې وو) راوغوښتل،ورته يې وويل :

“عبدالله ابن زبير(رض) په حجاز کې ښورښت کړى او له اطاعته مې وتلى او خلک رابولي،چې ما او پلار مې وکنځي او يو شمېر ترې راتاو شوي او ملاتړ يې کوي، اوس ورشئ،حق يې او د پلار حق يې ستر وګڼئ او د طاعت پابندي ترې وغواړئ او ټولى درز ته مه راکاږئ . که يې ومنله بيعت ترې واخلئ او که سرغړونه يې وکړه د حسين له برخليکه يې وډاروئ،چې نه زبير راته تر علي بن ابىطالب او نه يې زوى عبدالله راته تر حسين غوره دى . ورسره مه ځنډېږئ،چې زه مو خبر ته سترګې پر لار يم!”

استازي مکې ته ابن زبير(رض) ته ورغلل، د يزيد پيغام يې ورورساوه او هغه وويل: “يزيد رانه څه غواړي؟ زه د دې خونې مجاور يم، چې د يزيد او غير يزيد له شره مې ورته پناه راوړې ده،که مې پکې ازاد پرېږدي پاتې کېږم که نه بلې سيمې ته ځم، چې مرګ مې راورسي!” بيا يې امر وکړ، چې استازيو ته ځاى ورکړي او هغه ورځ ورسره پاتې شوو،پر سبا يې له خپلو ملګرو سره د ګهيځ لمونځ وکړ او په حجر اسماعيل کې کېناست او خپل ملګري ترې راتاو شول او د يزيد استازي هم ورته راغلل او داسې خبرې يې وکړې،چې د يزيد اطاعت ته يې راکاږي.

راوي وايي: لومړى نعمان بن بشير ورته وويل: “يزيد خبر شوى،چې ته پر منبر هغه او پلار يې په بدۍ يادوې! حال دا چې پوهېږې،چې هغه امام دى او خلکو ورسره بيعت کړى دى او زموږ ښه نه ايسي،چې په څېر دې له اطاعت ووځي او په ټولنه کې درز واچوې . پر دې سربېره غيبت حرام دى او خير پکې نشته” دلته يې عبدالله بن زبير (رض) پر خبرو ورګډ شو او ويې ويل: “د بشير زويه! د فاسق خو غيبت نشته،ما يې په اړه يوازې هغه خبرې کړي،چې ټول خلک پرې پوهېږي،که هغه د مخکېنيو ښو امامانو پلار و؛ نو موږ يې خبره اورېده او منله او په ښو مو ياداوه او بيا داچې زه په دې کور کې د مکې د يوې کوترې په څېر يم. ايا ورته روا ده، چې د حرم کوتره وځوروئ؟!”

 راوي وايي : عبدالله بن عضا اشعري غوسه وويل: “هو ! پر خداى قسم د زبير زويه! د مکې کوتره ځوروو، د حرم کوتره وژنوو، د زبير زويه، د مکې حرمت کوم يو دى؟! پر منبر په امير المؤمنين پسې ډول ډول ناوړې خبرې کوې او بيا ځان د حرم له کوترې سره ورته کوې؟!” بيا يې وويل: “زويه! غشي او ليندۍ مې راوړه!” رايې وړل، غشى يې په ليندۍ کې کېښود او د حرم کوتره يې په نښه کړه،ويې ويل: “کوترې! ايا اميرالمؤمنين شراب څښي او ګناهونه کوي؟ ووايه : هو ! پر خداى قسم که ووايې هو ! دا زما غشى دې نه خطا کوي . کوترې! منې يې يا له اطاعته وځې او په ټولي کې درز اچوې او په دې حرم کې پاتې کېږې او سرغړونه کوې؟ ووايه : هو” عبدالله بن عضاه، ابن زبير(رض) ته مخ کړ، ويې ويل: “څه شوې،ولې کوتره څه نه وايي؟ حال دا چې تا خو پر منبر دا خبرې کولې! هو! پر خداى قسم د زبير زويه! پر تا ډارېږم او په رښتيا پر خداى قسم خورم که غواړې که نه غواړې،له يزيد سره بيعت کوې او يا به راسره د بطحا په دې سيمه کې د اشعريين له بيرغ سره مخامخ شې!”[739]

ابن اعثم د ابن زبير(رض) او عمرو بن سعيد پېښې،چې د ابن زبير(رض) بريا پاى ته رسېدلي راوړي دي .

طبري وايي: يزيد،عمرو بن سعيد د مکې له چارواکۍ لرې کړ او پر ځاى يې وليد بن عتبه وټاکه او نوموړي پر ٦١ س کې حج وکړ او په ابن زبير(رض) پسې ګرځېده؛خو هغه ځان نه ورښووه،تر دې چې وليد له حجاج سره له عرفاته وخوځېد. وروسته ابن زبير(رض) له خپلو ملګرو سره وخوځېد او د وليد په اړه يو چل وکړ او يزيد ته يې وکښل : يو ناپوه دې رالېږلى،چې له لاسه يې څه نه کېږي او حکيم پندونه نه اوري! که نرم خويه دې رالېږلى واى هيلمنېدم،چې سختې ستونزې اسانه شي او بې اتفاقي پر اتفاق واوړي!” او يزيد، وليد له کاره ګوښه کړ او پر ځاى يې “عثمان بن محمد بن ابي سفيان” وټاکه.  [740]

 

يزيد ته د مدينې د استازيو پلاوى

ويلي يې دي: عثمان چې يو بې تجربې ځوان و،د مدينې له خلکو يې يو پلاوى يزيد ته ولېږه،چې عبدالله بن حنظله غسيل الملائکه، عبدالله ابن ابى عمرو مخزومي، منذر بن زبير او نور مدينوال پکې وو. دوى يزيد ته ورغلل او هغه يې ښه عزت وکړ او ښه يې ورسره وکړل او سترې ډالۍ يې ورکړې او عبدالله بن حنظله ته يې (چې د قوم شريف، فاضل، عابد او مشر و) يو لک درهمه او ورسره اتو زامنو هر يوه ته يې لس زره درهمه ورکړل، ښه جامې او د لارې توښه يې هم پرې ورزياته کړه.

پلاوى چې راستون شو پر يزيد يې نيوکې پېل کړې :

له داسې چا راستانه شو،چې دين نه لري، شراب څښي، طنبور غږوي، د ساز او نڅا غونډې جوړوي،سپي جنګوي او له بدلمنو سره شپې تېروي! او موږ تاسې ګواهان نيسو،چې له خلافته مو لرې کړ!” ورپسې عبدالله بن حنظله پاڅېد او ويې ويل: “له داسې چا راستانه شو، که څوک مې ملګري هم نشي؛ نو په دې اتو زامنو ورسره جهاد کوم!”

خلکو ورته وويل : “خبر شوي يو،چې ستا درناوى يې کړى، ستر يې ګڼلى يې او ډالۍ يې درکړي دي!” ويې ويل: “هو! دغسې يې وکړل او ما يې ډالۍ ومنلې، چې ځان پرې غښتلى کړم” خلکو هم يزيد لرې کړ او له عبدالله بن حنظله سره يې بيعت وکړ او خپل واکمن يې کړ.

منذر بن زبير چې يزيد ورته يو لک درهم ورکړي وو، چې مدينې ته راستون شو ويې ويل: “پر خداى قسم يزيد يو لک درهمه انعام راکړى؛ خو دا چلن يې راسره نه لاملېږي،چې تاسې يې له حاله خبر نه کړم اوواقعي خوى يې درته ونه وايم، پر خداى قسم، شراب څښي او هومره مستېږي،چې لمونځ پرېږدي!” او د نورو په څېر او بلکې سخت يې د يزيد خوګانې رابربنډې کړې . [741]

د اصحابو او تابعينو خوځښت

ذهبي [742] وايي: خلک له عبدالله بن حنظله راټول شوو او په دې يې ترې بيعت واخست،چې تر پايه به ورسره درېږي،ويې ويل :

“خلکو! له خدايه وډار شئ؛ځکه د يزيد پر ضد راپاڅېدو،هسې نه چې له اسمانه راباندې ډبرې وورېږي! هغه له مړوښو ښځو، لوڼو او (خپلو) خويندو سره نکاح کوي، شراب څښي او لمونځ نه کوي!”

يعقوبي [743] وايي: “ابن مينا” [د معاويه د ځانګړو شتمنيو مامور] د يزيد له لوري د مدينې والي “عثمان بن محمد” ته راغى،ويې ويل،غواړي چې ددې ځانګړو ځمکو غنم او کجورې شام ته يوسي . د مدينې خلکو يې مخه ونيوه او عثمان خلک وګواښل او خلک پرې راپاڅېدل او هغه او اموي ملګري يې د ډبرو په ايشتو له مدينې وشړل .

په اغاني کې وايي : ابن زبير(رض) د يزيد د لرې کېدو هوډ وکړ او ډېرى خلک ورمات شول او عبدالله بن مطيع او عبدالله بن حنظله او يو شمېر مدينوال جومات ته ورننووتل او منبر ته وختل او يزيد يې لرې کړ او عبدالله بن ابي عمرو وويل: “يزيد مې له خلافته داسې لرې کړ؛لکه چې پګړۍ له سره لرې کوم” او خپله پګړۍ يې له سر راکوزه کړه،ويې ويل: “دا خبرې درته په داسې حال کې وايم،چې ماته يې ډالۍ راکړې! خو دا د خداى دښمن همېشه نېشه دى!” او بل وويل : “دا مې (داسې) لرې کړ؛ لکه چې دا څپلۍ مې له پښې وايسته!” او بل وويل: “دا مې (داسې) لرې کړ؛لکه چې دا جامې مې وايستې!” او بل وويل : “دا مې لرې کړ؛لکه چې خپلې پڼې مې وايستې!”

تر دې چې د پګړيو، څپليو او پڼو ډېرۍ جوړه شوه او ټولو په يوه غږ له يزيده خپله کرکه څرګنده کړه؛خو عبدالله بن عمر(رض) او محمد بن علي بن ابىطالب(رض) (محمد حنفيه) له دې چاره ډډه وکړه او په تېره د محمد بن حنفيه او د ابن زبير(رض) د پلويانو ترمنځ ډېرې خبرې اترې راولاړې شوې،تر دې چې په زور يې ترې بيعت اخسته او محمد مکې ته ولاړ او دا د هغه او ابن زبير(رض) ترمنځ د شر د توپان پيلامه وه! ورپسې مدينوال يو خوله شول،چې امويان له ښاره وباسي او ژمنه يې ترې واخسته،چې پر ضد يې د يزيد له لښکرو مرسته ونه غواړي او که راغلل؛نو ستانه يې کړي او که يې ونه کړاى شو؛نو مدينې ته دې ورسره راستانه نه شي.

 

 

امام سجاد د امويانو ښځو او کوچنيانو ته پناه ورکوي

د اغاني [744] خاوند وايي: مروان، عبدالله بن عمر(رض) ته ورغى او ويې ويل: “اباعبدالرحمانه! دې خلکو لکه چې وينې موږ شړلو؛ نو زموږ کورنۍ ‏ته پناه ورکړه!” ابن عمر وويل : “زما له تاسې دواړو سره څه کار نشته!” مروان پاڅېد،ويې ويل: “خداى دې دا ډول چلن او دا ډول دينوالي بدرنګ کړي!” بيا علي بن الحسين ته ورغى او د خپلې کورنۍ او شتمنۍ د پناه اخستو غوښتنه يې ترې وکړه. هغه ومنله او هغوى يې له “ام ابان” [د حضرت عثمان(رض) لور او د مروان مېرمن] او زامنو [عبدالله او محمد] سره طايف ته ولېږل .

طبري او ابن اثير وايي : چې مدينوالو د يزيد والي او امويان له ښاره وشړل،مروان بن حکم له عبدالله بن عمر(رض) څخه وغوښتل،چې کورنۍ يې له ځان سره پټه کړي؛خو هغه ونه منله،بيا امام علي بن الحسين ته ورغى،ويې ويل: “ابا الحسنه! زه د خپلوۍ حق لرم او غواړم کورنۍ مې ستا کورنۍ ته دروسپارم” امام وويل : “دا کار وکړه” او خپله کورنۍ يې علي بن الحسين ته ولېږله او امام له خپلې کورنۍ او د مروان له کورنۍ سره د باندې ووتل او په “ينبع” کې يې مېشت کړل .

ابن اثير وايي: مروان خپله مېرمن عايشه [د حضرت عثمان بن عفان(رض) لور] او کورنۍ يې امام علي بن الحسين ته ولېږله او هغه خپله او د هغه کورنۍ “ينبع” ته بوتله.

په اغاني [745] کې وايي: “خلکو امويان وشړل او مروان اړ شو،چې له خپلو ملګرو سره لمونځ وکړي،چې يې مخه ونيوه،ورته يې وويل: “پر خداى قسم، هغه دې بېخي د جماعت امام نشي؛خو که له خپلې کورنۍ سره لمونځ کوي،څه ممانعت ورته نشته” او مروان ورسره لمونځ وکړ او ولاړ.

 

امويانو له يزيده مرسته وغوښته

طبري او نور وايي : ټول امويان له مروان کره ولاړل . خلکو هم لږ غوندې راايسار کړل . امويانو يزيد ته ليک وکښه او مرسته يې ترې وغوښته. يزيد پيغام راوړونکي ته وويل: “ايا په مدينه کې امويان او دوستان يې زر تنه نه دي؟” ويې ويل : “هو ! پر خداى قسم تر دې ډېر دي” يزيد وويل: “نو څنګه يې د ورځې يوه برخه جګړه وکړاى نه شوه؟” وايي : يزيد “عمرو بن سعيد” ته ليک ولېږه او د مدينې له پېښې يې خبر کړ او امر يې ورته وکړ،چې مرستې ته يې ورودانګه؛خو ويې نه منله. بيا يې “عبيدالله بن زياد” ته امر کړ،چې مدينې ته ورشه او په مکه کې “ابن زبير” هم کلابند کړه؛خو ده هم ونه منله،ويې ويل: “پر خداى قسم ! يزيد فاسق ته به دا چار ونه کړم، د پېغمبر د لور زوى مې وواژه او اوس بايد د “بيت الله” جګړې ته ورشم؟!”

البته مور يې “مرجانه” د حسين د وژنې له املا ټپسورى کړى و او ورته يې ويلي وو: “پر تا افسوس! څه دې وکړل او پر څه اخته شوې؟!”  [746]

يزيد له ناچارۍ “مسلم بن عقبه مرى” راوغوښت؛ځکه معاويه ورته ويلي وو: “ته به په پای کې يوه ورځ له مدينوالو سره نښلې،که داسې وشول؛نو په مسلم بن عقبه يې وځپه،ما يې ښه نيت ازمېيلى دى” او چې مسلم راغى؛ نو کمزورى او ناروغ بوډا يې وليد.  [747]

د اغاني خاوند وايي: مسلم بن عقبه يزيد ته وويل: “چې څوک دې مدينې ته مامور کړى؛خو پر شا تللى. (هو!) بې له ما نور څوک د مدينوالۍ سيال کېداى نشي . په خوب کې مې يوه ټينګه ونه وليده،چې چغې وهي: “د مسلم په لاس!” چې غږ ته ورغلم؛نو مې واورېدل،چې يو ويونکي ويل: “د خپلې وينې کسات دې واخله،مدينوال د عثمان وژونکي دي!”

 

لښکر مشر ته د خليفه يزيد لارښوونې

طبري وايي : يزيد،مسلم مدينوالو ته د جګړې لپاره راوغوښت او ورته يې وويل: “که څه زيان درورسېد؛نو “حصين بن نمير” خپل ځايناستى کړه” او هم يې وويل: “درې ورځې مهلت ورکړه،چې تسليم شي،که يې ومنله ورسره يې ومنه که نه جګړه ورسره وکړه او چې بريالى شوې،درې ورځې يې مباح کړه او ګرد سره شتمني،نقدې،وسله او خواړه د جنګياليو دي او چې درې ورځې تېرې شوې له خلکو لاس پر سر شه او علي بن الحسين مه ځوروه او ځان ته يې نژدې کړه، چې هغه يې ملګرى نه و” بيا يې امر  وکړ، چې د حکومت جارچي دې غږ کړي،چې که څوک حجاز ته ځي او ډالۍ اخلي نو رادې شي،چې سملاسي هر يو ته سل ديناره ورکوي؛نو ځکه دولس زره تنه چمتو شو.

مسعودي په “التنبيه والاشراف” کې وايي : يزيد، مسلم ته وويل: “چې مدينې ته ورسېدې او چا دې مخه نيوه يا د جګړې ته راغى، توره يې په توره ځواب کړه او لورېږه پرې مه او درې ورځې يې لوټ کړه. ټپيان يې ووژنه او فراريان يې وومره او که جګړه يې درسره ونه کړه؛ نو مکې ته ورشه او له “ابن زبير” سره جګړه وکړه!”

او مسعودي په مروج الزهب کې وايي : يزيد “مسلم بن عقبه” مدينې ته ولېږه، هماغه چې مدينه يې “چټله” ونوموله، حال دا چې رسول الله (ص) “سپېڅلې = طيبه” نومولې وه!”

 

د مسلمانانو د خليفه سرود

چې د مسلم لښکر د يزيد مخې ته ودرېد؛نو دا سرود يې ووايه :

“”ابابکر” ته ووايه : چې شپه تېره شوه،

او په وادي القرى کې دا لښکر راکېووت،

هغه لښکر چې شل زره تنه زاړه او ځوانان لري،

ايا يو نېشه يي مست “وينې”،

يا يې له خوبه هوښيار راويښ شوي!”

دا سرود يې “عبدالله بن زبير(رض)” ته ويلى، چې کنيه يې “ابابکر” او “ابا خبيب” وه او يزيد يې په “نېشه مست” نومولى دى .

 مسعودي وايي: يزيد، عبدالله بن زبير(رض) ته وکښل:

خداى دې په اسمان کې ملاتړ ته راوباله

چې ما د “عک” او “اشعر” د ټبرونو سړي ستا مقابلې ته ورولېږل “ابا خبيبه!” وينه چې څنګه ترې ځان ژغورې!

نو، د لښکر تر رسېدو له مخه د ځان چاره دې وکړه! [748]

طبري او ابن اثير وايي: چې عبدالملک مروان واورېدل،چې يزيد خپل لښکر مدينې ته لېږلى دى، ويې ويل: “کاشکې آسمان رالوېدلى واى!” خو وروسته پخپله داسې ځاى ته ورسېد، چې “حجاج بن يوسف” مکې ته ولېږه،چې کعبه په منجنيقو په ډبرو وولي او “عبدالله بن زبير(رض)” ووژني!.[749]

 

د خليفه لښکر د مدينې او مکې پر لار

د مسلم بن عقبه لښکر،چې له شامه د مدينې پر لور وخوځېد؛نو مدينوالو د امويانو او مروان د کور محاصره ټينګه کړه،ويې ويل: “پر خداى قسم،چې لاس درڅخه نه اخلو، چې دباندې مو وباسو او غاړې مو پرې کړو يا دا چې ټينګه ژمنه وکړئ او خداى ګواه ونيسئ،چې پر ضد ښورښ ونه کړئ او زموږ کمزوري ټکي رابربنډ نه کړئ او زموږ د يوه دښمن ملاتړ نشئ،چې لاس ورڅخه واخلو او له ښاره مو وباسو”

 امويانو دا ژمنې وکړې او له ښاره وتل،چې په “وادى القرى” کې له “مسلم بن عقبه” سره مخ شوو. هغه لومړى “عمرو بن عفان” راوغوښت او ورته يې ويل: “د مدينې له حاله مې خبر کړه او سلا مشوره راکړه” ويې ويل: “دا چارکړاى نه شم؛ ځکه ژمنه يې رانه اخستې، چې کمزوري ټکي يې رابرسېره نه کړم او پر ضد يې د يوه دښمن ملاتړ ونه کړم!” مسلم وشاړه او ويې ويل: “پر خداى قسم که د حضرت عثمان (رض) زوى نه واى؛ نو وژلې مې پر خداى قسم، ترتا وروسته د يوه قريشي هم دا چلن نه منم!”

“عمروبن عثمان بن عفان” خپلوملګرو ته ستون شو او پېښه يې ورته وويله، مروان بن حکم خپل زوى عبدالملک وويل: “تر ما مخکې ورشه، ښايي بسيا يې شي” عبدالملک ورغى او مسلم وويل: “په څه چې پوهېږې ويې وايه” ويې ويل: ” په اند مې غوره داده، چې له لښکر سره دې همدغسې ولاړ شې،چې د کجورو باغونو ته ورسې او هلته تم شې او لښکر دې د کجورو د ونو تر سيورې لاندې شي او کجورې يې وخورې او چې ګهيځ شو بيا هم خپل تګ ته دوام ورکړه او په مدينه کې خپلې کينې لوري ته کړه او ترې تېر شه او پرې راوګرځه،چې په ختيځ کې يې د “حرې” نيمې ته ورسې؛نو چې مدينوالو سره مخ شوې او لمر راختلى وي؛نو ستاسو به لمر ته شا وي او ځوروي به مو نه؛خو د مقابل لوري به ورته مخ وي او ګرمي به يې تنګوي او سترګې به يې برېښوي او چې تاسې په ختيځ کې ياست؛نو هغوى به ستاسې پر سر خولې،وسلې،نېزې، تورې او زرې ويني،حال چې تاسې به تر هغه وخته،چې هغوى لمر پرېوتى وي،نه به يې وينئ؛نو بيا ورسره جګړه وکړئ او له خدايه مرسته وغواړه!”

مسلم ورته وويل: “پر پلار دې د خداى رحمت،چې داسې زوى يې روزلى!”

بيا مروان ورغى او مسلم ورته وويل: “راوله!” مروان وويل: “ايا عبدالملک ورغلى نه و؟”

 ويې ويل: “هو راغلى و او عبدالملک څومره ښه نارينه دى! د ده په څېر مې له ډېرو لږو قريشو سره خبرې شوي”

 مروان وويل: “چې عبدالملک دې ليدلى؛نوزه دې ليدلى يم” نو بيا مسلم د عبدالملک پر لارښوونو عمل کاوه؛ نو ځکه لمر خاته لوري راغى او درې ورځې يې مدينوالو ته مهلت ورکړ او چې درې ورځې تېرې شوې، ويې ويل: “مدينوالو! څه کوئ،غاړه ږدئ که جنګېږئ؟”

 ويې ويل: “جنګېږو”.

مسلم ورته وويل: “مه کوئ؛بلکې اطاعت وکړئ،چې خپل ځواک او دبدبه يو ځاى کړو، چې پر دې “ملۍ” مارق له هرې لوري ورودانګو؛ يعنې پر ابن زبير (رض) .

 مدينوالو وويل: “د خداى دښمنانو! که پر لور يې ورشئ؛نو تاسې به پرېنږدو. موږ به تاسې ازاد پرېږدو،چې بيت الله الحرام ته ولاړ شئ او هستوګن يې وډار کړئ اودرناوى يې ولتاړئ؟! نه پر خداى قسم دغسې نه کوو!”

مسعودي وايي : مدينوالو د رسول الله (ص) خندق (چې رسول الله (ص) د احزابو په جګړه کې ايستلى و) خپل سنګر کړ او له مدينې يې ګرد چاپېره ديوال وکړ او شاعر يې وويل: “په رښتيا چې په هغه خندق کې چې په دبدبې او ستریا پسوللى دى،

يو ګوزار دى، چې له مغزو ستي وباسي!

ته له موږ نه يې او ماما دې هم له موږ ځنې دى،

اى چې د شهوت لپاره لمونځ پرېږدې

نو چې موږ ووژل شو ته نعراني کېږې

او شراب وڅښه او جمعه او جماعت پرېږده! [750]

ذهبي وايي: په هغه زمانه کې عبدالله بن حنظله په نبوي جومات کې “بېتو ته” کوله او روژه نيوه او په اوبو او اوړو يې روژه ماتوله او تل يې سرخوړنه و.

 چې يزيديان مدينې ته راورسېدل خپلو يارانو ته يې وينا وکړه او جګړې ته يې راوهڅول او ويې غوښتل،چې له دښمن سره دې په جګړه کې رښتين وي او ويې ويل:”پالونکيه! موږ يوازې پر تا ډډه لګوو”.

ګهيځ مهال د شام لښکر پر مدينه يرغل وکړ او مدينوال په ټينګه وجنګېدل،چې ناڅاپه له شا او د ښاره له منځه د تکبير نارې واورېدل شوې اومتوجه شوو،چې “بني حارثه” او د “حرې” له لارې محاصره کړي دي؛نو ځکه خلک وتښتېدل او عبدالله بن حنظله چې پر يوه زوى ډډه وهلې وه او لږ خوب وړى و او زوى يې ويښ کړ او چې پېښه يې وليده؛ نو مشر زوى يې جګړې ته ولېږه،چې ووژل شو، بيا يو په بل پسې ټول زامن ولېږل،چې ټول ووژل شو.

وايي : په دې حال کې چې عبدالله بن حنظله يوازې پاتې و، له يو شمېر يارانو سره په ښار کې ګرځېده او چې ماسپښين شو،خپل مريي ته يې وويل: “څوک خو پاتې نه دي؛ موږ څه ته ودرېږو؟” په لاس کې يې بيرغ و او يوازې پينځه تنه ترې راتاو وو، ويې ويل: “پر تا افسوس! موږ خو يوازې د وژنې لپاره راپاڅېدلي يو”.

وايي: مدينوال د شتر مرغانو په څېر پنډ شوي وو او شاميانو له تېغه تېرول . عبدالله چې ولیدل خلک وتښتېدل،زرې يې له تنه راوايسته او وجنګېد،چې ووژل شو. بيا نو مروان يې پر جنازه ودرېد او سبا به ګوته يې ورته ونيوه او ويې ويل: “پر خداى قسم که له مړي سره يې دښمني کوم؛نو له ډېر وخته مې په ژوند ورسره دښمني کړې ده” [751]

 

د خلافت لښکر د رسول الله (ص) حرم مباح اعلانوي

طبري او نور وايي: مسلم مدينه درې ورځې مباح کړه،چې خلک ووژني او شتمني يې لوټ کړي. [752]

يعقوبي [753] وايي: “ډېرى پاتې خلک ووژل شو، د رسول الله (ص) حرم يې مباح کړ، تردې چې ډېرى باکرې پېغلې دوه ځانې شوې او کوروالى کوونکى يې ونه پېژندل شول!”. [754]

په ابن کثير تاريخ [755]  کې وايي: “د “حرې” په جګړې کې اوه سه تنه قرآنپوهان ووژل شول،چې درې تنه يې د رسول الله (ص) اصحاب وو!”.

او وايي: “ډېرى انسانان ووژل شو، داسې چې نژدې وه څوک له مدينوالو پاتې نشي!”.

او وايي : “پر ښځو يې تېرى وکړ؛داسې چې ويل شوي : په هغو ورځو کې زر ښځې، بې مېړه، دوه ځانې شوې!”.

او له “هشام بن حسان” روايتوي چې: “د “حرې” تر جګړې وروسته د مدينې زر بې مړوښه ښځې دوه ځانې شوې!”.

او د “زهري” له وينا وايي: “په وژل شويو کې اوه سوه تنه ول،چې د مهاجرينو او انصارو مشران او موالي وو او نور هم، چې نه پوهېږم ازاد و يا مريان، بې له دوى، ټول لس زره تنه وو”. [756]

په سيوطي تاريخ کې وايي: “د “حرې” جګړه د “باب طيبه” په مخ کې وشوه او ډېرى اصحاب کرام (رضي الله عنهم اجمعین) او نور پکې ووژل شو،مدينه لوټ شوه او پر زرګونو باکره پېغلو تېرى وشو!”. [757]

دينوري او ذهبي وايي: ابو هارون عبدي وايي : ابو سعيد خدري (رض) مې وليد. ابا سعيده! ولې دې ږيره داسې شوې؟ ويې ويل: “دا د حرې په پېښه کې د شامي ظالمانو چارو؛کور ته مې راننووتل او هر څه يې لوټ کړل، ان د اوبو کټورى يې يووړ او د باندې ولاړل. وروسته ترې دولس تنه نور راننووتل . زه پر لمانځه وم، په کور کې وګرځېدل او څه يې ونه موندل او خپه شوو او زه يې د لمانځه له ځايه راښکودم او پر ځمکه يې راګوزار کړم او هر يو له ږيرې ونيوم او راوايسته يې؛تر کوم ځايه چې ګورې هغوى ايستلې ده او څه چې پاتې ده،هغه برخه ده چې پر ځمکه وه او لاسونه يې نه ورسېدل، ما همدغسې پرېښې،چې په همدې حال کې له خداى سره ووينم!”. [758]

او پر مدنية الرسول، دغسې دا درې ورځې تېرې شوې!

له مدينوالو يې بيعت واخست،چې د خليفه يزيد مريان به وي .

طبري او نور وايي: مسلم خلک بيعت ته راوبلل،په دې شرط،چې د يزيد بن معاويه مريان به وي او هغه به د دوى د ځان، شتمنۍ او کورنۍ په اړه هوډ نيسي. [759]

مسعودي وايي: “چې څوک پاتې وو،ټولو بيعت وکړ، چې د يزيد بندګان به وي؛ خو بې له “علي بن الحسين” څخه، چې هغه د مدينوالو په چارو کې نه و او هم “علي بن عبدالله بن عباس” چې ماماګان يې د کنده له ټبره د يزيد په لښکر کې وو او د هغه مخه يې ونيوه. د لښکر قومندان وويل: “چې څوک يې ونه مني په توره يې څټ پرې کوم!” [760]

د ابن سعد په طبقاتو کې وايي : مسلم چې خلک ووژل او “عقيق” ته ورغى ويې پوښتل: “علي بن الحسين شته؟” وويل شو: هو! ويې ويل: ولې يې نه وينم؟ امام  د ترونو له دوه زامنو (د محمد بن حنفيه زامن) سره ورغى. مسلم چې وليد ښه راغلاست يې ورته ووايه او پر خپل ورېښمين ټغر يې کېناوه. [761]

په طبري تاريخ کې وايي: مسلم ورته وويل: مرحبا، ښه راغلاست. بيا يې له ځان سره پر ورېښمين ټغر کېناوه او ويې ويل: له مخکې امير المؤمنين ستا سپارښتنه راته کړې وه؛خو دې خبيثانو ستا ياد او درناوى رانه هېر کړى و. بيا يې علي بن الحسين ته وويل: ښايي کورنۍ دې ډار شوې وي. ويې ويل: پر خداى قسم، هو! مسلم امر وکړ. سپرلى يې چمتو او زين کړه او سپور يې کړ او کورنۍ ته يې ورساوه. [762]

دينوري وايي : چې څلورمه ورځ شوه،مسلم بن عقبه پر څوکۍ کېناست او مدينوال يې بيعت ته راوبلل او لومړى تن،چې ورغى “يزيد بن عبدالله بن ربيعه” [چې د رسول الله (ص) د مېرمنې ام مسلمې بي بي لمسى] و. مسلم ورته وويل: “بيعت راسره وکړه”

 هغه وويل: د کتاب الله او د رسول الله (ص) د سنتو له مخې درسره بيعت کوم”

مسلم وويل: “داسې بيعت وکړه،چې د اميرالمؤمنين غنيمت وسې،چې ستا په شتمنيو او اولادونو کې چې څه غواړي ويې کړي!” خو هغه دا ډول بيعت ونه مانه او مسلم امر وکړ،چې سر يې پرې کړئ! [763]

طبري وايي: مسلم په “قُبا” کې خلک بيعت ته راوبلل . دوو تنو قريشو [يزيد بن عبدالله بن زمعه او محمد بن ابى جهم] ته يې امان وغوښت او د حرې تر پېښې دوه ورځې وروسته يې ورته راوستل . ويې ويل: “بيعت وکړئ” هغوى وويل: “د کتاب الله او د رسول الله (ص) د سنتو له مخې درسره بيعت کوو” ويې ويل: “نه ! پر خداى قسم چې دا خو بيخي درسره نه منم” او راوړاندې يې کړل او ويې وژل.

مروان ورته وويل : “سبحان الله! دوه تنه قريش،چې امان اخستو ته راغلي وژنې يې؟” مسلم پخپله همسا مروان ټيل واهه او ويې ويل: “پر خداى قسم که ته هم د هغوى خبره وکړې؛ نو هماغسې درسره کوم!”.

وايي: “يزيد بن وهب بن زمعه” يې راوست، زر ته يې وويل: “بيعت وکړه” هغه وويل: “د عمر (رض) د سنتو له مخې درسره بيعت کوم” مسلم وويل: “ويې وژنئ!” هغه وويل: “بيعت درسره کوم” ويې ويل: “نه، پر خداى قسم، ګناه دې نه بښم” بيا نو مروان يې د خپلوۍ له مخې سپارښتنه وکړه؛ خو مسلم امر وکړ، چې مروان تنبه او دماغ سوخته کړي . بيا يې وويل: “بيعت وکړئ دا چې د يزيد بن معاويه غنيمت وسئ!” او وبيا يې امر، چې يې ووژنئ. [764]

يزيد ته يې سرونه ولېږل

ابن عبدربه وايي : مسلم بن عقبه، يزيد ته د مدينوالو سرونه ولېږل . يزيد چې سرونه وليدل،د احد په جګړه کې يې د “ابن زبعري” په څېر شعر ووايه:

“کاشکې اوس مو د بدر په جګړه کې مشران واى

او په دې پېښه کې يې د خزرجيانو زارۍ ليدلې واى

او له زياتې خوشحالى به يې شپيلي وهل

او ويل يې: يزيده! پر لاس دې برکت!

په دې حال کې د رسول الله (ص) يو صحابي ورته وويل : “امير المومنينه! له اسلامه ووتې!” يزيد وويل: “هو ! له خدايه بښنه غواړم” او صحابي وويل: “پر خداى قسم، په يوه سيمه کې به هم درسره ونه اوسم!” او ترې راووت. [765]

د ابن کثير په روايت کې، تر لومړي بيعت وروسته راغلي :

“چې په قبا کې راکېووت

او قريشيان يې له تېغه تېر کړل

دا دى له مشرانو يې موږ دوه ګرايه ووژل

او د “بدر” نابرابري مو برابره کړه او انډول شو”

بيا ابن کثير وايي: ځينو رافضيانو پر دې دا بيت ورزيات کړى دى:

لعبت هاشم بالملک فلا – ملک جاء ولاحى نزل

“بني هاشمو له واکمنۍ سره لوبې وکړې،

نه کومه پرښته راغله او نه کومه وحې رانازله شوه”

او ورپسې وايي: “که دا خبره يزيد بن معاويه ويلي وي،د خداى او د لعنت کوونکيو لعنت دې پرې وي او که يې نه وي ويلي پر هغه دې د خداى لعنت وي، چې دا خبره ورپورې تړي”. [766]

علامه عسکري وايي: ابن کثير وهم نيولى او ګومان يې کړى،چې يې ويلي دي: “يزيد په دې مقام کې دا بيت د “ابن زبعري” پر شعر ورزيات کړى؛ نو ځکه ترې منکر شوى دى . حال دا چې دا يې روايت کړى نه دى؛ بلکې “شعبي” او نورو روايت کړى دي چې: “يزيد چې خپلې مخې ته د حسين سر وليد او د “ابن زبعري” په شعر يې تمثل وکړ، دا بيت يې پرې ورزيات کړ او ښکاره ده،چې “شعبي” رافضي او شيعي نه و؛بلکې د خلفاوو د ښوونځي له متعصبو مشرانو ځنې  و.

نه پوهېږم ابن کثير ولې يزيد ته پلمه نه راوړي او نه وايي :

“هغه مجتهد و او دا بيت يې په خپل اجتهاد ويلى دى؟”

 

د خليفه په اطاعت کې

د مکې پر لور د خلافت د لښکر خوځېدنه او د قومندان دعا او په مړينه کې يې وصيت.

طبري او نور وايي : مسلم،چې د مدينوالو له جګړې او د شتمنيو له لوټه يې خلاص شو، له خپل لښکر سره مکې ته وخوځېد او چې “مشلل” ته نژدې شو، مړينه يې راورسېده او دا پر ٦٤ س د محرم وروستۍ نېټه وه. په دې حال کې يې “حصين بن نمير” راوغوښت او ورته يې وويل: “د خره تر کتې لاندې اچوونکي زويه! پر خداى قسم که دا چار مې په واک کې واى؛ نو ته مې د دې لښکر بولندوى کولې نه؛خو امير المؤمنين تر ما وروسته امير کړى يې، چې امر يې ردېدونکى نه دى؛نو چې د څه درته وصيت کوم عملي يې کړه :خبرونه راټولوه او يو قريشي ته هم غوږ مه ږده! او شاميان يې له خپلو دښمنانو مه منع کوه او تر درېيو ورځو ډېر مه تمېږه، چې له فاسق ابن زبير سره مخ شې!” بيا يې وويل: خدايه ما تر دې شهادت [= چې يوازې الله خداى دى او دا چې محمد يې بنده او استازى دى] وروسته بېخي داسې کومه کړنه کړې نه ده،چې په آخرت کې راته ګرانه او غوره وي”. [767]

دا عبارت د ابن کثير په تاريخ کې داسې دى : “… داسې کړنه مې کړې نه ده چې د مدينوالو له وژنې راته ګرانه او په آخرت کې منلې وي! اوس که تر دې چار وروسته دوزخ ته ولاړ شم؛نو په يقين چې بدمرغه يم” بيا له نړۍ ولاړ.  [768]

او په يعقوبي تاريخ کې وايي : “خدايه! داچې ستا د خليفه يزيد بن معاويه اطاعت مې وکړ او د حرې (مدينې) خلک مې ووژل؛نو که تر دې وروسته مې پر عذاب کړې؛ نو په يقين چې بدمرغه يم”. [769]

او د ابن اعثم په فتوح کې وايي : مسلم بن عقبه په خپل وصيت کې “حصين بن نمير” ته وويل: “ځير شه،چې له مکيانو او عبدالله بن زبير سره هماغه څه وکړې،چې ودې ليدل ما له مدينوالو سره وکړل!”.

بيا يې وويل : “خدايه! ته پوهېږې،چې ما بېخي د خليفه بې اطاعتي کړې نه ده! خدايه! ما بېخي داسې چار کړى نه دى،چې له امله يې وژغورل شم؛خو چې څه مې له مدينوالو سره کړي دي!” او بيا يې حالات خراب شوو او ومړ. تر غسل او کفن وروسته يې ښخ کړ او خلکو له “حصين بن نمير” سره بيعت وکړ او مکې ته روان شوو. په دې حال کې د سيمې خلک راووتل، له قبر يې رابهر کړ او پر دار يې وځړاوه. د يزيد لښکر له دې چاره خبر شو، راستون شو او د دې سيمې يو شمېر هستوګن يې له تېغه تېر کړل او نور يې وتښتېدل، بيا يې له داره راکوز کړ او ښخ يې کړ او پر قبر يې يو پاسوال وګوماره. [770]

 

د خلافت لښکر شعر وايي او کعبه سيځي

مسعودي وايي: “حصين بن نمير” مکې ته ورسېد او محاصره يې کړه. ابن زبير کعبې ته پناه يووړه. حصين او لښکر يې منجنېقونه او عرادې د کعبې پر لور ودرولې او کعبه يې په ډبرو او تېلو ککړو ټوټو په نښه کړه، چې وسوځېده او ويجاړه شوه.

په دې وخت کې يو تندر راکېووت او د منجنيق يوولس تنه خدمه يې وسوځول . دا ورځ، شنبه د ربيع الاول درېيمه او د يزيد تر مړينې يوولس ورځې مخکې وه. لنډه دا چې مکيان او عبدالله بن زبير (رض) په تنګسه کې راګېر شوو او ډبرو، اور او تورو يې هلاکت رامخې ته کړ او شاعر يې وويل :

ابن نمير بئسما تولى – قدا حرق المقام والمصلى

“د نمير زويه! څه بد چارى دى .

د ابراهيم مقام او د لمانځه ځاى يې وسوځاوه!”. [771]

يعقوبي وايي: حصين بن نمير هومره اوريني غونډوسکې وايشتې، چې کعبه يې ورانه کړه او چې جګړه به سړه شوه؛نو د ابن زبير وياند “عبيدالله بن عمير ليئي” به د کعبې پر بام خاته او په لوړ غږ به يې ويل: “شاميانو! دا د خداى حرم دى، هغه حرم،چې په جاهليت کې مو “پناه ځى” و او الوتونکي او ځړېدونکي پکې خوندي او امان کې و، شاميانو له خدايه وډار شئ!” او شاميانو چغې وهلې: “اطاعت، اطاعت، بريد، بريد، تر شپې مخکې بريا!” او جګړې ته يې دوام ورکړ، چې کعبه وسوځېده.

 د ابن زبير ملګرو ورته وويل: “اور به مړ کړو” اجازه يې ور نه کړه او غوښتل يې خلک د کعبې له امله غوسه شي.

 ځينو شاميانو وويل: “حرمت او اطاعت يو بل ته مخامخ شوي او طاعت پر حرمت برلاس شو!!”. [772]

په تاريخ الخميس او تاريخ الخلفا کې وايي : “د کعبې پردې،چت او د اسماعيل د قربانۍ د پسه ښکرونه،چې په کعبه کې راځوړند ول،د شاميانو په اور وسوځېدل!”. [773]

طبري او نور وايي: ابن زبير يې راايسار کړ او د محرم د مياشتې يوه برخه او ټوله د صفر مياشت ورسره وجنګېدل،چې د ٦٤ س د ربيع الاول درېيمه د شنبې ورځ راورسېده، بيا يې بيت الله الحرام په منجنېقو په ډبرو وايشته او ويې سيځه .

شعرونه يې وويل:

خطارة مثل الفنيق المزبد – نر مى بها اعواد هذا المسجد

د سر مست اوښ په څېر يو منجنيق دى

چې د دې جومات ستنې پرې په ډبرو ولوو.

کيف ترى منيع ام فروه – تاخذ هم بين الصفا والمروه

د دې منجنيق چار څه ډول وينې

چې د صفا او مروه ترمنځ پکې نښه نيول کېږي؟

ويلي يې دي: محاصره د ربيع الاخر تر لومړيو وغځېده،چې د يزيد د مړينې خبر راورسېد. يزيد د ربيع الاول پر څوارلسمه ومړ. [774]

طبري وايي: حصين بن نمير له ابن زبير سره په جګړه کې و،چې مکې ته د يزيد د مړينې خبر راورسېد. ابن زبير په لوړ غږ ورته وويل: “سرغړاندى مو هلاک شو، که څوک غواړي؛ نو له دې خلکو سره دې يو ځاى شي که نه شام ته دې ستون شي” خو هغوى ورسره جګړې ته دوام ورکړ، تر دې چې ابن زبير حصين بن نمير ته وويل: “نژدې راشه،چې خبره درسره وکړم” هغه ورنژدې شو او خبره يې ورسره کوله،چې يو آس يې خارشند اچولو پيل کړل او د حرم کوترې راغلې،چې دانې ترې راټولې کړي او حصين خپل اس په کابو کې کړ، چې کوترې ونه ځوروي!.

ابن زبير ورته وويل: “څه کوې؟” ويې ويل: “هسې نه چې اس مې د حرم کوترې ووژني!”.

ابن زبير وويل: “دا روا نه بولې؛خو مسلمانان وژنې؟!”

 ويې ويل: “جګړه درسره نه کوم،اجازه راکړه،چې له خوني طواف وکړم او ستون شم” او همدغسې يې وکړل .

 وايي: حصين او ملګري يې مدينې ته ولاړل .

وايي: مدينوال او د حجاز هستوګن د شاميانو پر وړاندې زړه ور شول؛ تر دې چې يو به يې يوازې مونده، د سپرلۍ قيضه يې نيوه او راغورځاوه يې؛نو ځکه په لښکرتون کې راټول شوو او نه خپرېدل  او امويانو ورته ويلي وو: “چې ځئ موږ هم درسره بوځى” او همدغسې يې وکړل او لښکر شام ته ستون شو. [775]

 

حجاج دويم ځل کعبه په نښه کوي

ابن اثير او نور وايي : عبدالملک بن مروان، حجاج يې مکې ته له ابن زبير سره جګړې ته ولېږه، په طايف کې يې لښکر تم شو او پر ٧٢ س په ذى قعده کې مدينې ته ورغى او د ابن زبي والي يې ترې وشاړه او يو شامي “ثعلبه” يې پر ځاى کېناوه او “ثعلبه” د مدينوالو غوسه کولو لپاره پر نبوي منبر د هډوکي ماغزه راايستل او خوړل او له پاسه يې پرې کجورې خوړې!. [776]

دينوري وايي : حجاج د حج پر مهال خپلو ځواکونو ته وويل: “حج ته چمتو شئ!” بيا له طايفه مکې ته ولاړ او منجنيق يې دابو قبيس پر غره کېښود.

اقيشر اسدي په دې اړه وويل : “زموږ په څېر په حج غولېدلى لښکر به ليدلى نه وي! او زموږ په څېر کوڼ او ګونګ لښکر مې ليدلى نه دى! او د واده د نجونو په څېر وګډېږو.د سې شنبې پر ورځ ورغلو،د فيل د سينې په څېر، بې سره لښکر دى .که له ثقيف (حجاج) او حکومته يې بې غمه نه شو، پر سخت روزګار به اخته شوه.

حجاج راوغوښت؛ خو وتښتېد. بيا يې ابن زبير (رض) محاصره کړ؛ خو مسجد الحرام ته يې پناه يووړه. حجاج “ابنخزيمه خشعي” د منجنيق ايشتونکى کړ او جومات مېشتي يې په ډبرو وايشتل او ويل يې :

خطارة مثل الفنيق الملبد – نرمى بها عواد اهل المسجد

“د سرمست اوښ په څېر يو منجنيق دى،چې مسجدالحرام ته راغلي پرې په ډبرو ولوو”. [777]

مسعودي وايي : حجاج عبدالملک ته وکښل،چې د ابو قبيس غر يې نيولى او ابن زبير (رض) يې محاصر کړى دى،چې ليک يې وروسېد، عبدالملک تکبير ووايه . شاوخوا يې هم تکبير ووايه، د تکبير غږ د دمشق په جامع جومات کې ناستوو هم واورېد او دوى هم تکبير ووايه. غږ يې بازاريانو ته واورېد،چې دوى هم تکبير ووايه . بيا يې وپوښتل، چې څه خبره ده؟ ورته وويل شو: “حجاج، ابن زبير په مکه کې راايسار کړى او د ابو قبيس غر يې نيولى دى”

 ويې ويل: “موږ به هله خوشحاله شو،چې دا ملعون ترابي،لاس تړلى او بې پټکي راولي او پر اوښ سپور يې په بازارونو کې وګرځوي!”. [778]

څرګندنه داچې رسول الله (ص) حضرت علي په “ابو تراب” ياد کړى و او “امويانو” يې دا يوه خو او غيب ګڼلې و او د حضرت علي لارويانو ته يې “ترابي” ويل او په امويانو کې دې لقب د پېغور مانا درلوده؛نو ځکه يې ابن زبير (رض) هم پر ترابي ياداوه .

ابن اثير وايي : حجاج په ذى قعده کې مکې ته ننووت او د حج احرام يې وتاړه او په “بئر معونه” کې تم شو او له خلکو سره يې حج وکړ؛ خو د کعبې طواف يې ونه کړ، د صفا او مروه ترمنځ يې سعې ونه کړه؛ځکه ابن زبير(رض) يې خنډه و.

وايي: ابن زبير(رض) او ملګرو يې هم حج ونه کړ؛ځکه عرفات ته ولانړل او شيطانان يې ونه ايشتل .

او وايي: چې حجاج،ابن زبير(رض) راايسار کړى و؛ نو کعبه يې پر ابوقبيس غره ايښي منجنيق په ډبرو ايشته . عبدالملک چې د يزيد بن معاويه پر مهال دا چار ناغوره ګڼلى و؛خو اوس يې پخپله کوي!

 او خلکو ويل: “له خپل دينه اوختى دى!”. [779] ذهبي وايي : حجاج په منجنيقونو او هر اړخيزه جګړې زبيريان په تنګسه کې راګېر کړي وو، د توښې ورسېدو لار يې پرې تړلې وه،چې وږي شوو. او ځانونه يې “زمزم” په اوبو څښلو خوشحالول او پر کعبه به ډبرې ورېدې . [780]

ابن اثير وايي: پينځه غونډواله منجنيقونه يې درلودل،چې له هرې لوري به يې پرې کعبه په ډبرو ايشته. [781]

 

د کعبې سوځېدل او د تندر رالوېدل

په تاريخ الخميس کې په خپل سند وايي: حجاج کعبه په ډبرو او اورنيو غونډوسکو ايشته، تر دې چې پردو اور واخست. په دې وخت د “جدې” له لوري له برښنا سره لوړه وريځ پر کعبې او عطاف ودرېده او اور يې مړ کړ او د باران اوبه په ناوه کې “حجر اسماعيل” ته راغلې. بيا وريځ د ابوقيس غره ته ماته شوه او تندر يې وغورځاوه او منجنيق يې د يوه جوغړوندې هومره په لمبه وواهه،چې څلور تنه پوځيان يې وسوځول!.

حجاج وويل: “له دې تندره مه ډارېږئ؛ځکه دا د تندرونو هېواد دى”. خداى يو بل تندر راوغورځاوه،چې منجنيق او نور څلور تنه يې وسوځول [782]

ذهبي وايي : حجاج خپلو ځواکونو ته غږ کاوه: “شاميانو! خداى مو، خداى مو د (خليفه) په طاعت کې په پام کې ونيسئ!”. [783]

طبري او نور د “يوسف بن ماهک” له خولې وايي : “ليدل مې،چې منجنيق ډبرې ايشتې،چې ناڅاپه وغورېد او برښنا ورسره وه او د برښنا کړسهارو د حجاج ځواکونه راګېر کړل . شاميان وډار شول او لاس يې واخست. حجاج پخپله ملا تړله او په منجنيق کې يې ډبره کېښووله او اور يې وکړ: “ويې توغوئ” او پخپله يې په توغولو کې برخه واخسته .

وايي: پر سبا يې، پرله پسې تندرونه راغلل او دولس تنه ځواکونه يې ووژل او شاميان سست شول .

 حجاج ورته وويل: “شاميانو! له دې پېښې په تشويش کې مه وسئ، چې تهامه مې ټاټوبى دى او دا يې (عادي) تندرونه دي .سوبه او بريا نژدې ده؛نو خوشحاله وسئ،و چې څه دررسېدلي،دښمنانو ته هم رسي”

 پر سبا يې تندر راولوېد او د ابن زبير يو شمېر ياران يې هم ووژل .

 حجاج وويل: “نه وينئ، چې پر هغوى هم راولوېد،حال داچې تاسې د اطاعت پر لارياست او هغوى يې پر خلاف دي؟” [784]

تر دې وروسته، د ابن کثير په تاريخ کې راغلي دي : “شاميانو رَجَز وايه او کعبه يې په منجنيقو په ډبرو وايشته او ويل يې :

“د سرمست اوښ په څېر يو منجنيق دى چې…

ناڅاپه پر منجنيق تندر راولوېد او ويې سوځاوه. شاميانو له اثيقو او محاصرې لاس واخست.

 حجاج ورته وويل: “پر تاسې افسوس! نه پوهېږئ، چې دا اور خو زموږ پر مخکېنيو هم راکېوته او که يې قربانۍ قبلېدې؛نو خوړه يې؟ که کار مو د منلو نه و؛ نو دا اور نه راکوزېده، چې يې وخوري!”. [785]

د ابن اعثم په فتوح کې وايي : حجاج خپلو ځواکونو ته لارښوونه وکړه، چې په چاپېريال کې خپاره شئ او مسجد الحرام د “ذى طوىٰ” له لوري او د مکې له سهيله او د “بطح” له مخامخه محاصره کړئ .

عبدالله بن زبير او ياران يې په تنګسه کې شوو او شاميانو منجنيقونه ودرول او رَجَز يې وايه او کعبه يې د ډبرو باران جوړ کړ، چې لږ به ستړي شول،دمه يې کوله؛نو حجاج به پېغامونه وراستول، ټپو سوري کول يې او پر مرګ يې ګواښل . [786]

د بيت الله په سوځېدو د حجاج خوشحالي

وايي: د حجاج لښکر بيت الله الحرام په ډبرو وايشته، چې د زمزم څاه له بېخه وچاوده او د کعبې دېوالونو هم درز وکړ. بيا یې د اورينو غونډوسکو د ايشتو امر وکړ،چې پردو اور واخست او ايرې شوې، حجاج ورته ولاړ و او کتل يې،چې پر دې څنګه سوځوي او داسې رجز يې وايه :

“نه وينې چې لوګى يې څنګه پورته خېژي

حال دا چې په ګومان يې خداى يې تر خوا دى؟!

ډبرې يې سستې شوې او وچاودې

او ټولې کوترې يې ترې والوتې،

نژدې ده،چې کعبه ويجاړه شي

او ګرد سره پردې يې وسوځي

ځکه په تېلو او اور کې راګېرې دي!

طبري وايي: د ابن زبير(رض) تر مړينې د دواړو لوريو جګړه روانه وه. د عبدالله ابن زبير ياران خپاره واره شوو او په خورا ذلت يې خوشې کړ. د لس ګونو زرو تنو په شاوخوا کې مکيان حجاج ته ورغلل او امان يې وغوښت، چې د ابن زبير دوه زامن : حمزه اوو خبيب هم پکې وو او له حجاجه يې امان وغوښت!.

 

د ابن زبير(رض) د چارو پاى او شام ته د سرونو لېږل

عبدالله بن زبير تر مړينې سخت وجنګېد. حجاج هم، د ابن زبير، عبدالله بن صفوان او عمارت بن عمرو سرونه مدينې ته ولېږل، چې پر دار وځړول شي او  وروسته يې عبدالملک ته ولېږل . [787]

ابن کثير وايي : سرونه يې د “ازد” د ټبر د يو سړي په قومندانۍ ولېږل او ورته يې وويل، چې مدينې ته ورسېدئ؛نو پر دار يې راځوړند کړئ او بيا شام ته ولاړ شئ . حکم يې عملي کړ او عبدالملک ورته پينځه سوه ديناره سره انعام ورکړل . بيا يې په بيتي د ابن زبير د وژنې په خوشحالۍ کې د ځان او خپل زوى له تنديو ويښتان بيتي کړل!.

راوي وايي: حجاج حکم کړى و،چې د ابن زبير تنه د حجون پر لار سرچپه راځوند کړي، بيا راکوزه شوه او هملته ښخ کړاى شوه. [788]

ذهبي وايي: د عبدالملک چارواکي پراخه شوه او چارې يې تنظيم شوې او “حجاج بن يوسف” يې د حرمينوو (مکې او مدينې) واکمن کړ او حجاج هغه کعبه بېرته ورغوله،چې ابن زبير جوړه کړې وه؛ خو ويجاړه او “حجر الاسود” يې څو ټوټې شوې وه. [789]

 

حجاج د پېغمبر اکرم (ص) اصحاب کرام داغوي

طبري وايي : حجاج تر دې وروسته په صفرې مياشت کې مدينې ته ولاړ او درې مياشتې تم شو، چې پر مدينوالو لوبې وکړي او ويې ربړوي . د رسول اکرم (ص) اصحاب کرام يې خوار او سپک کړل او غاړې يې ور داغ کړې . د حضرت جابر بن عبدالله (رض) يې لاس او د حضرت انس (رض) يې غاړه داغ کړه .

حضرت “سهل بن سعد (رض)” يې راوغوښت او ورته يې وويل: “ولې دې د امير المؤمنين عثمان ملاتړ ونه کړ؟”

 ورته يې وويل : “مرسته مې يې کړې”

 حجاج وويل: “دروغ دې وويل!” بيا يې امر وکړ، چې غاړه يې په سر بو داغ کړئ . [790]

 

د حرمينو دپاڅون پاى او د نورو خوځښتو پيل

د مکې او مدينې د خلکو پاڅون پاى ته ورسېد؛خو ورسره جوخت او وروسته ترې نور خوځښتونه پيل شول؛ لکه : پر ٦٥ س د توابينو پاڅون، چې په کوفه کې د “يالثارات الحسين” په غږ پيل شو او په “عين الورده” کې د خلافت له لښکر سره ونښتل او شهيدان شوو. بيا پر ٦٦ س د حسين د وژونکيو لپاره د مختار پاڅون” پيل شو.

وروسته ترې،د علويانو خوځښتونه؛لکه د “شهيد زيد” او زوى يې “يحيى” [791] او وروستى يې د عباسيانو پاڅون و، چې “آل محمد ته بلنې” په شعار پيل شو،چې د اموي خلافت پر راپرځېدو او د عباسي خلافت (د آل محمد په نوم) په جوړښت پاى ته ورسېد .

لکه چې “ابو سلمه خلال” د آل محمد وزير يادېده او “ابو مسلم خراساني” د آل محمد امير! او چې ابو سلمه ووژل شو؛نو يو شاعر وويل:

ان الوزير وزير آل محمد – او دى فمن يشناک کان وزيرا

“هغه وزير، چې د آل محمد وزير و، ووژل شو

او هغه چې دښمني ورسره کوي وزير دى.” [792]

خوځښتيانو خلافت کمزوى او امامان….

هو ! دا ګرد سره خوځښتونه د امام حسين(رض) د شهادت له امله پيل شول،وغځېدل او اموي خلافت يې کمزورى کړ. بيا نو د اهلبيتو امامانو فرصت وموند او ويې کړاى شول، چې د خپل نيکه محمد رسول الله (ص) شريعت، چې د ورکېدو او پوپنا کېدو پر لور روان و‏، بيا ژواکى کړي او ښوونځي يې د نږه اسلام خپرېدو ته ملا وتړله .

د امام حسين د وژونکيو برخليک[793]

        د حضرت امام حسين د شهادت خبر،چې حجاز ته ورسېد؛نو ټول حجاز له يزيده متنفر شواو د يو روايت له مخې، د حضرت عبدالله بن زبير ( رض) له سترګو اوښکې روانې  شوې او خلکو پرېکړه وکړه، څويې د حسين (رض) د وينې غچ  نه وي اخستى يو به هم ارام نه کېني.

د مدينې د خلکو يو پلاوى حضرت امام زين العابدين ته ولاړ او ورسره  یې  د بيعت کولوغوښتنه څرګنده کړه؛خو د اهل بيتو د قتل عام له کبله، چې پرې کوم  حالات تېر شوي وو، زړه يې مات او له دنيا  تورکړى و؛ ځکه د بيعت له اخستو يې نمښته- انکار وکړ، بيا دغه نهيلى  پلاوى مکې ته ولاړ او حضرت ابن زبير (رض) ته ورغى  او له هغه سره  یې  د بيعت  کولو اراده څرګنده کړه .

  يزيد هم غوښتي وو،چې ابن زبير( رض) دې ورسره  بيعت وکړي يا دې په کربلا کې  د حسين برخليک ته تيار شي.دا چې ابن زبير د يو فاسق په لاس بيعت کولو ته تيار نه و؛نوځکه هغوى د خپل خلافت په باب د بيعت اخستو پرېکړه وکړه او په دې بيعت کې د مکې اومدينې مشران هم شامل شول .

  د حضرت حسين (رض) د شهادت ترټولو زيات غم هغو خلکو ته و ، چې امام ته يې پرله پسې ليکونه ليکلي وو او عراق ته يې د ورتلو بلنه  ورکړې وه؛خو د ابن زياد د ظلم ، تاوتريخوالي او د خپلې کمزورتيا له کبله یې  د حضرت حسين (رض)  مرسته ونه کړاى شوه،د حسين (رض) تر شهادت وروسته دا ټول خلک د((سليمان بن صرد)) په کور کې راټول شول . دا هماغه کور دى ،چې دغو خلکو پکې حضرت حسين (رض) ته ليکونه  ليکلي ول اوعراق ته يې د راتلو بلنه ورکړې وه.

  يو ځل بيا چې دا خلک په دې کور کې راټول شول؛نو د هر سړي سترګې له پښېمانۍ ټيټې وې.په دې غونډه کې  ټولو په خپله تېروتنه پښېماني څرګنده کړه او ژمنه یې  وکړه،چې څو مو د حسين (رض) غچ نه وي اخستى ؛نوتر هغه راباندې خوب اوخندا حرامه ده . ځينو خلکو پکې  له احساساتو ډکې ويناوې هم وکړي ؛لکه(( مسيب بن نجبه)) وويل :

 ((موږ حضرت حسين(رض) ته عراق ته د راتلو بلنه ورکړې وه او د مرستې ژمنه مو ورسره کړې وه؛خو هغوى چې راغلل؛نو موږ خپله ژمنه پوره نه کړاى شوه . اوس که خداى او رسول يې له موږ ه ددې بې لوزۍ ځواب وغوښت ؛نو موږ به د خپلې بېګناهۍ په اړه څه وايو؟ اوس موږ ته ايکي يوه لار پاتې ده او هغه داچې کومو خلکو،چې د حسين (ع) په وژنه کې  برخه  اخستې وه؛ يو يې هم ژوندى پرېنږدو او يا بيا خپل ځانونه بلهار کړو)) .[794]

  ټولو حاضرين د مسيب له خبرو سره يوه خوله شول او((سليمان بن صرد))  یې  خپل مشر وټاکه، تردې  وروسته سليمان هم له جوشه ډکه وينا وکړه :

 (( موږ ټولو حضرت حسين (رض) ته سترګې نيولې وې ؛خو چې هغوى راغلل ؛نو موږ ترې سترګې واړولې.هغوى زموږ غوږونو ته خپل اواز رسولى و؛خو موږ هيڅ ځواب ور نه کړ، هغوى د ظالمانو او فاسقانو د نېزو او غشو له لاسه له موږ سره نزدې شهيدان شول او تر شهادت وروسته يې  جامې وويستل شوې، اوس د خداى سخت غضب راتلونکى دى؛نوځکه ژمنه  وکړئ ،څو غچ وانخلئ،له خپلو ښځو به لرې وسئ . قسم پر خداى،چې څو تاسو د حسين (رض) قاتلانو ته جزا ورنه کړئ يا خپل ځانونه بلهار نه کړئ ، الله تعالى به له تاسو ناراضه وي  خپلې تورې تېرې کړئ،خپلې نېزې پاکې کړئ او د جنګ ټولې وزلې چمتو کړئ او چې کله در ته اواز وشي ميدان ته راودانګئ ))[795]

  دې او دې ته ورته نورو ويناوو سملاسي په حاضرينو کې  هېښنده جذبه  پيدا کړه اوهغوى له يوې نوې ولولې سره کورونو ته ولاړل .تردې وروسته به ډېرې داسې غونډې کېدې،چې دغچ اخستو خوځښت یې پټ جاري ساته.په دې لړ کې  پر کوفې سربېره بصرې ، مدائن اوعراق ته يې هم سړي ولېږل او ځينو خلکو ته ليکونه هم وليکل شول.د يو ليک اقتباس دا دى :

 (( موږ ابن رسول الله (ص) ته دعوت ورکړ؛خو چې راغى؛نو موږ يې هيڅ مرسته و نه کړاى شوه.هغوى د بېرته تلو اراده څرګنده کړه؛خو اجازه ور نه کړاى شوه . هغوى ته له امان ورکولو هم انکار وکړاى شو. هغوى  وويل : (( ما پر خپل حال پرېږدئ )) خو دا خبره  یې هيچا وا نه ورېده .بريد پرې وشو او شهيدان کړاى شو . بيا يې جامې وويستل شوې او بربنډ کړاى شو . پر دغو  پېښو ترغور وروسته موږ په کلکه ننګېرو- احساسوو،چې ډېره لويه ګناه مو کړې،چې له مرستې  مو يې سترګې اړولې دي . ددې ګناه د کفارې اوس ايکي يوه لار ده اوهغه داچې اوس موږ د حسين (رض) قاتلان ووژنو او يا په خپله هم د حسين (رض) په شان مرګي ته ورغاړې ووځو. موږ ټول دې ته تيار يو. تاسو هم تيارى و کړئ او د ٦٥ هجري دربيع الثاني  په لومړۍ نېټه ((د نخيلې)) سيمې ته راشئ . [796]

   د دغوليکونو له هرې خوا هرکلى وشو او په زرګونو خلکو د امام حسين د غچ اخستو ژمنه وکړه، بيا د ربيع الثاني پر لومړى دغچ ساعت هم راغى . د حسين (ع) په نوم  قربانېدونکې ډلې په نخيله کې راټولې شوې ،چې شمېر یې  څلور زره ( ٤٠٠٠ ) و . تر هر څه  مخکې  دا خلک د کربلا ميدان ته راغلل او د حضرت حسين (رض) پر مزار یې ماتم وکړاو يوه ورځ او يوه شپه یې په ژړا تېره کړه او د خپلو تېروتنو بښنه یې وغوښته ؛نو ځکه يې  تاريخ  ((دتوابينو)) په نامه  يادوي .

 تردې  وروسته خلکو د شام خوا ته مخه کړه ،چې د حسين (رض)  د قتل له  تر ټولو لويو مسؤولينو ابن زياد او يزيده غچ  واخلي .

  په شام کې  د حکومت يو لوى لښکر،چې شمير يې  دولس زره ( ١٢٠٠٠ ) و او حسين بن نمير یې  سرلښکر و،د دې ډلې مقابله وکړه . دا مقابله تر درې ورځو پورې جاري وه، په دويمه ورځ د حکومتي لښکر د مرستې لپاره د اتو زرو ( ٨٠٠٠ ) شاميانو کمک هم راورسېد ؛خو د حسين (ع) پلويانو په استقامت مقابله جاري وساتله.په دغه جنګ کې  ړومبى د غازيانو د لښکر سردار ((سليمان بن صرد))شهيد شو او د هغوى په ځاى ((عبدالله بن سعد)) ته سرداري وسپارل شوه . بيا چې هغه هم شهيد  شو؛نوعبدالله بن دال ، بېرغ  په لاس کې واخست او هغه هم شهيد شو. پر درېمه ورځ ماښام ،چې جنګ بند شو؛نو يو موټى غازيان پاتې شوي ول يا خوشهيدان شوي ول يا ټپيان داسې چې، ((توابينو))چې  د حسين (رض) د غچ اخستو کومه ژمنه  کړې وه، هغه پوره شوه او دا فيصله وشوه،چې د وروستي جنګ  لپاره نور لښکر راغونډول پکار دي؛ لکه  چې پاتې شوي غازيان د شپې په تياره کې  له ميدانه ووتل .

  په دې لړ کې  دا هم ياد لرل پکار دي ،چې د حسين (رض) د غچ  د اخستو تر ټولو زيات زورور اواغېز من کوښښ ((مختار بن ابي عبيد ثقفي ))کړى و .

 (( مختار)) د کوفې رئيس و او د کوفې د والي او د رسول الله (ص) د يو صحابي نعمان بن  بشير(رض) زوم و . په پوهه ،فراست او تدبير کې  د کوفې ډېر کم کسان له ((مختار)) سره برابر و .د مختار د عظمت تر ټولو   لو‌ى دليل دا دى ،چې د همدوى په وسيله د حسين له  قاتلانو عبرتناک غچ اخستل شوى و.

  په دې لړ کې  که  ټولې تاريخي پېښې راټولې کړاى شي؛نو يو پېړکتاب  ترې جوړيږي؛ځکه زه له لنډو کار اخلم او د حسين (رض) د قاتلانو انجام په لنډو ټکيوکې  بيانوم :

   د امام حسين  د قاتلانو په اړه  له تاريخه دا څرګندېږي،چې په هغوى کې  يو هم د خدای (ج) له عذابه  بچ نشو.ځينې ووژل شول او ځينې په داسې مصيبتونو کې راګېر شول ،چې مرګ ترې ډېر اسان دى .

   له ابن الجوزي زهري روايت دى،چې د حسين (ع) په قاتلانو کې  يو هم له سزا بچ شوى نه و؛ځينوته دمرګ سزا ورکړل شوه ، ځينې ړانده شول او چې کوم  واکمن و؛نو  د اقتدارجنازه يې ووته .

ابن کثيرليکي  :   

(( د حضرت امام حسين (رض) تر شهادت وروسته ،چې کومې فتنې راولاړې شوې وې او کومې،چې په تاريخ کې راغلي، پکې  ډېرې سهي دي . د حسين (رض) په قاتلانو کې يو هم داسې نه و،چې په يو نه يوه عذاب اخته شوي نه وي،ځينې خلک په دردناکو عذابونو کې  راګېر شول او زياتره لېوني او مخبوط الحواس شول )) .

  د عبدالملک بن مروان په زمانه کې،چې ((مختار بن ابي عبيد ثقفي)) د کوفې حاکم مقرر شو؛نو هغوى د حسين (رض) له قاتلانو نه  غچ واخست .مؤرخينو ليکلي ،چې هغه پر يوه ورځ د حسين(رض) دوه څلوېښت قاتلان ووژل،چې عمرو بن حجاج زبېري هم پکې  و. حضرت ابوالعباس د امويانو دوه اويا (٧٢) تنه مشران په يوه مېلمستيا کې  راغونډ کړل ؛خوله  دې مخکې،چې په دسترخوان کېني د ابوالعباس په اشاره له ټولو څټونه غوڅ کړاى شول . بيا يې پر تنو دستر خوان وغوړول شو او ابوالعباس او ملګرو يې پرې مېلمستيا وخوړه.

  په دې هم چې د غچ اور مړ نشو؛نو عباسيانو حکم وکړ،چې :(( د اموي پاچايانو قبرونه دې وکيندل شي او ودې سوځول شي .د  يزيد بن معاويه او هشام بن عبدالملک تنې یې راوايستلې او وسوځول شوې بيا يې ايرې په تلو کې کېښوول شوې او پو کړاى شوې،چې د ظالمانو نوم نشان پاتې نشي .

له ابن جوزي  روايت دى ،چې :

(( يو سپين ږيرى،چې د حسين (رض) په وژنه کې  شريک و؛نو د غچ وخت چې راغى؛سملاسي ړوند شو.خلکو وپوښت،چې څنګه ړوند شوې ؟ځواب يې ورکړ : (( ما په خوب کې وليدل ،چې رسول الله (ص) لستوڼي  بډ وهلي او توره یې  په لاس کې  نيولې او په مخکې  يې پر يوه فرش  د حسين (رض) د لسو قاتلاتو تنې پرتې دي . رسول الله (ص) ړومبى زه ورټلم، بيا یې زما په سترګو کې د حسين (رض) د وينې سلائي وګرځوله او چې سهار له خوبه راپاڅېدم؛نو ړوند وم )) .

  کوم ملعون ،چې د حسين (رض) سر د خپل اس په ورمېږ کې  ځوړند کړ‌ى و، مخ يې د تارکولو په شان تورشو ى و. خلکو وپوښت،چې ته خو په عربو کې  تر ټولو ښايسته او ښکلى سړى وې، دا څه درباندې وشو؟ ځواب يې  ورکړ، دوه کسان دي،چې زه یې  له لاسونو نيولى يم او ساعت په ساعت مې د اور په لمبو کې  ورمنډي .لنډه داچې د څو ورځو په دننه کې دا ملعون هلاک شو .

   ابن جوزي له اسدي څخه يو روايت نقل کړى،چې هغوى د يو سړي د مېلمستيا تابيا کړې وه؛ په مجلس کې  چا وويل:(( تر نهر خازر پورې د دواړو ترمنځ مقابله وشوه او ابن زياد ماتې وخوړه او په ميدان کې د اشتر په لاس ووژل شو.په دې جګړه کې  پر ابن زياد سربېره د شام نور مشران حصين بن نمير او شرجيل بن ذي الکلايم هم ووژل شول . بيا ابن اشتر د ابن زياد او د نورو شامي مشرانو سرونه د فتح له خوشخبرۍ سره کوفې ته ولېږل او مختار دغه سرونه په((قصرالاماره)) کې په هغه ځاى کې کېښوول ،چې د حسين (رض) او ملګرو سرونه يې کېښوول شوي وو. بيا مختار د ابن زياد اوعمرو بن سعد سرونه امام زين العابدين ته ولېږل اوسرونه يې ،چې په مخکې کېښوول شول؛نو د شکرسجده يې وکړه او ويې ويل :(( دهغه خداى (ج) شکر دى،چې زما لپاره يې له دښمنانو غچ واخست)) .

  د غچ په دغه جنګ کې  د اموي ټبر شپږلکه کسان خو يوازې د ((ابومسلم خراساني )) او د هغه دپوځ په لاس وژل شوي وه .

  د اموي کورنۍ مشران او په  تېره بيا د شامي کورنۍ  يو يو کس ووژل شو .

پردې سربېره په عراق او شام کې هم داسې کوم کس بچ پاتې نشو ،چې د حسين (رض) پرخلاف یې  په جنګ کې  برخه اخستې وه. پر هر چا به چې شک وکړاى شو؛نو په ډېرې ځورونې به ووژل شو.

   سنان بن انس حضرت امام حسين (رض) په نېزه ويشتى و او سر یې  ترې غوڅ کړى و او د سر په غوڅولو کې دومره ليونى شوى و،چې بل څوک یې د حسين (رض) تنې ته نږدې نه پرېښوول؛ هسې نه چې دا د سرغوڅولو اعزاز د بل چا په برخه شي.

   مختار ړومبى ددې ملعون سترګې وويستې،بيا یې د لاسونو نوکونه وويستل،بيا یې دواړه لاسونه ورمات کړل بيا یې د هغه له دواړو پتونو څخه غوښې پرېکړې . بيا یې سنګسار کړ او په پاى کې یې  وسوځاوه .

  صرمله ،چې د حضرت علي اصغر (رض) مرۍ یې  په خپل غشي سورۍ کړې وه، مختار ته چې راوستل شو؛نو مختار بې کابو شو او د هغه دواړه لاسونه یې پرې کړل . بيا یې حکم وکړ،چې ژوندى یې وسوځوئ .

  د حسين (رض) يو يو قاتل به د مختار په مخکې  وړاندې کړاى شو او په ډېرې ځورونې به ووژل شو .

   د حسين (رض) په قاتلانو کې،چې کوم تښتيدلي ول؛نو مختار يې کورونه وسوځول. په کوفه کې،چې د حسين (رض) له قاتلانو غچ واخستل شو؛نو د مختار عبيدالله بن زياد ته پام شو او ابراهيم بن اشتریې مقابلې ته ولېږه .

  د حسين (رض) دغه قاتلان له کوفې تښتېدلي ول؛خو د مختار کسانو را ايسار کړل او ويې وژل .

  هم دغه شان شمربن ذي الجوشن هم تښتېدلى و؛خو د مختارکسانو را ايسار کړ او ويې واژه اوتنه یې په سپو وشلوله،د يو بل روايت له مخې شمر بن ذي الجوشن د زيتون د تېلو په ديګ کې وريت کړاى شو.ټول نوکونه يې له بېخه ويستل شوي ول، پوټکى يې ايستل شوى و،په زهرو يې کولمې پرې کړاى شوې وې.ژبه ترې راکاږل شوې وه او مسخ کړاى شوې تنه يې  نندارې ته جامع جومات ته مخامخ ځوړنده کړاى شوې وه او په پاى کې  د اور په لمبو کې داسې سوزول شوى و،چې ايرې یې هم نه وې پاتې.

   د حسين (رض) يو يو قاتل به د مختار په مخکې  وړاندې کړاى شو او په خورا ځورنې به ووژل شو.مختار به ځينې وسوځول د ځينو به یې پښې لاسونه پرې کړل او ځينې به یې په غشيو سوري سوري کړل.

  محمد بن اشعث له کوفې څخه قادسيې ته تښتېدلى و.بيا چې د مختار سړي ورپسې ولاړل ؛نو هغه د ښځو په لباس کې بصرې ته وتښتېد،خلکو یې کور ړومبى ولوټه او بيا  یې  وسوځاوه  .

  مختار،عبد ابن اسد وپوښت‏ : (( تا په حسين (رض) توره پورته  کړې وه ؟)).

هغه ځواب ورکړ (( زه نوکر وم )).

-(( په  خېموکې  دې اورلګولى و ؟)) .

-(( ما يوازې حکم عملي کړى و )) .

   مختار حکم وکړ، چې ړومبى  یې  لاسونه اوپښې پرې کړئ بيا  یې  ووژنئ؛لکه چې همدغه چلن  ورسره وکړاى شو.   په ځينو روايتونو کې  دا هم راغلي،چې پښې اولاسونه ترې پرې کړاى  شول اوپرېښوول شو ،چې پخپله ومري .

 مالک بن بشير د کربلا په لوټ کې  د حسين (رض) په توره قبضه کړې وه، د ده څټ د کوفې په بازار کې د خلکو په مخکې غوڅ کړاى شو،چې خلک ترې عبرت واخلي.

  نافع بن مالک د فرات اوبه بندې کړې وې . مختار پر هغه د خپلې ،  تورې اوبه وڅښلې، د يوې بوډۍ په اطلاع د حارث بن بشير او حارث بن نوفل څټونه هم غوڅ کړاى شول .

  خولي بن يزيد په بيت الخلا کې پټ شوى و؛خو د ښار کوټوال ونيو او مختار ته یې  ورساوه، خپله هغه ښځه هم ورسره وړاندې کړاى شوه ، چې د حسين (رض) پر شهادت یې  ګډا کړې وه. د خولي دويمې ښځې وويل:(( کوم وخت چې خولي د حسين (رض) سر خپل کور ته راووړ؛نو دغې بدبختې وويل،چې د ابوتراب د زوى سر پرېکړاى شو او د هغه اولاد په پړو وتړل شو او کوفې ته راوستل شو)) .

  مختار ددغې ښځې ژبه بهر راکاږله. د تنې غړي يې پرې کړل او چې بيا د خولي وار راغى؛نو منښته- اعتراف يې وکړه: (( کوم  وخت چې د حسين (رض) کېږدۍ وسوځول شوې؛نو هغه د حضرت سکينې (رض) له غوږونو والۍ راکاږلې . حضرت علي بن حسين (رض) ناروع پروت و،چې دهغه بستره یې بهر وغورځوله او د حضرت زينب (ض) له سره  يې څادر راکاږه)).

  مختار حکم وکړ ،چې پښې او لاسونه ترې پرې کړئ ،چې حکم عملي کړاى شو،بيا يې په چاړه ترې سترګې وايستلې او بدن يې  وسوځول شو

  عمار،عثمان ، زياد بن ملک ، يزيد بن ضمير،اکبربن جمران،عبيد بن اسود،مره بن منقد ،زياد بن اقاد ،عمربن حجاج او نورو ته هم له عبرت ناکې جزاګانې ورکړاى شوې؛د چا سترګې وويستل شوې؛د چا شونډې پرېکړاى شوې او په پاى کې  وسوځول شول . 

  د ابن زياد د لښکر له مشرعمرو بن سعد سره هم د خولي بن يزيد په شان چلن وکړاى شو او زوى يې هم ورسره ووژل شو .  

  د حسين (رض) په قتل کې،چې څوک شريک ول هغوى ته په همدې دنيا کې  سزا ورکړل شوه.

  يو سړي وويل: (( دا خبره غلطه ده،چې د حسين (رض) په قتل کې  زه پخپله شريک وم )) . بيا هغه سړى پاڅېد او د ډيوې د باتۍ په سمولو لګيا شو.ناڅاپي يې د ډيوې اور جامو ته ولګيد او لولپه يې کړ .

   سدي ليکلى،چې د هغه بدمرغه سيل ما پخپله کړى دى،چې د فرات اوبه  یې  په حسين(رض) بندې کړې وی.

  خداى(ج) پرې ابدي تنده مسلط کړه.دم په دم به یې اوبه څښلې؛خو تنده  یې  نه ماتېده،ان تردې،چې خېټه يې وچاودېده او هلاک شو)) .

  د يو روايت له مخې، د حضرت امام حسين(رض)  تر شهادت وروسته  يزيد يوازې دوه کاله او اته مياشتې او د بل روايت له مخې، درې کاله او اته مياشتې ژوندى و. بيا د شپږ دېرشو کالو په عمر ومړ.تر مرګ مخکې يې خپل زوى راوغوښت او ورته یې څه ويل غوښتل؛خو هغه ترې په دې وينا مخ وګرځاوه،چې : (( زما هغه سلطنت نه دى په کار،چې بنسټ  یې  د رسول الله (ص) د اولاد په وينه ايښوول شوى دى)) .

هغه حکومت ،چې بنياد  یې  پر(( ظلم ))او “توکميز عصبيت”ايښوول  شوى و.د خپل ظلم اوعصبيت له لاسه نېست ونابود شو او خداى جل جلاله هر هغه ظالم هلاک کړ،چې  د حسين (رض)‏د شهادت پر وخت د يزيد په ليکو کې  ولاړ ول او د حسين (رض) په خلاف یې جنګ کړى و .

په بېلابېلو ځايونو کې پر امام حسين (رض) د پېغمبر اکرم ژړا

١ _ د ام الفضل حديث :

په مستدرک الصحيحين ، د ابن عساکر تاريخ،مقتل خوارزمي او نورو سرچينو کې راغلي دي، چې (عبارت د صحيح مسلم دى) : د حارث له لور ام الفضل څخه روايتوي،چې هغه پېغمبر اکرم ته ولاړه،ويې ويل : رسول الله ! تېره شپه مې ناوړه خوب وليد! آنحضرت وويل: ” څه دې ليدلي؟” ويې ويل : ډېر سخت دى؟ آنحضرت وويل : “څه دى؟” و يې ويل: ومې ليدل؛لکه چې ستا له بدنه يوه برخه بېله شوه او زما په لمن کې ولوېده! رسول اکرم وويل : ښه خوب دې ليدلى دى . فاطمه – انشاء الله – يو زوى زېږوي او ستا په لمن کې به وي .

[وايي:] تردې وروسته؛لکه چې څنګه پېغمبر اکرم ويلي،فاطمې حسين وزېږاوه او زما په لمن کې شو. يوه ورځ رسول اکرم ته ولاړم او حسين مې دهغه په لمن کې کېښود، ډېر لږ وروسته يې پام له ما واوړېد،ناڅاپه مې وليدل،چې له سترګو يې اوښکې بهېږي! وايي. ورته مې وويل : نبي الله! مور و پلار مې درځار، څه درباندې وشو؟ ويې ويل: “جبراييل مې ليدو ته راغى، راته يې وويل:” چې دا زوى به دې امت مې ډېر ژړ ووژني.” ومې ويل : همدا؟ ويې ويل: هو! جبراييل يې راته څه سره خاوره هم راکړه.

حاکم وايي: دا حديث د شيخينو (بخاري  او مسلم) له شرايطو  سره سم دى، خو راوړى يې نه دى . [797]

٢ _ د ام المؤمنين زينب بن جحش روايت :

د ابن عساکر په تاريخ،مجمع الزوايد او نورو سرچينو کې روايتوي، چې (عبارت د ابن عساکر له تاريخه په لنډو راخستل شوى دى) : زينب وايي: ” په يو وخت کې رسول اکرم زما په خونه کې و او حسين نوې خاپوړې کولې او تر څارنې لاندې مې و، يوه شېبه ترې غافله شوم او هغه رسول الله ته ولاړ. آنحضرت وويل: “ازاد يې پرېږده” تردې چې وايي _ بيا يې د هغه لاس پورته کړ. پېغمبر اکرم، چې لمونځ وکړ،ورته مې وويل: رسول الله ! نن مې يو چار درنه وليد،چې کله مې هم ليدلى نه و؟ آنحضرت وويل: جبراييل راغى او خبر يې کړم، زما امت دا (زوى مې) وژني. ورته مې وويل : خاوره يې راوښييه او هغه راته سره خاروه راوړه.[798]

٣ _ د ام المؤمنين عايشي بي بي روايت :

د ابن عساکر په تاريخ، د خوارزمي په مقتل ، مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې له ابي سلمة بن عبدالرحمان (عبارت د خوارزمي دى) روايتوي : حضرت عايشه بي بي وايي: “رسول اکرم ،چې حسين پر خپل ورانه کېناوه، جبرائيل ورته راغى،ويې ويل: دا ستا زوى دى؟ آنحضرت وويل: هو! ويې ويل :خو امت به دې يې ډېر ژړ – تر تا وروسته –ووژني. د پېغمبراکرم له سترګو اوښکې وبهېدې.جبراييل وويل: که غواړې هغه ځمکه دروښيم،چې پکې وژل کېږي . آنحضرت وويل: هو داسې وکړه ! جبراييل ورته د طف (کربلا)  سيمې خاوره وښووله .

په بل عبارت کې داسې دي:جبراييل په عراق  کې د طف سيمې لوري ته اشاره وکړه او سره ډولې خاوره يې راواخسته ،ور ويې ښووله،و يې ويل: ” دا يې د وژنځي خاوره ده.[799]

نور روايتونه هم شته،چې پرښتې رسول اکرم د امام حسين له شهادته خبروي؛ لکه :

١ _ د ام المؤمنين ام سلمه روايت :

په مستدرک الصحيحين ، د ابن سعد طبقاتو، ابن عساکرم تاريخ او نور کتابونو کې له راوي روايتوي ( عبارت د مستدرک دى) چې :

ام سلمه (رض) خبر کړم : ” يوه شپه رسول اکرم ويده شواو لږ وروسته خپه راويښ شو بيا ويده شو او بيا تر لومړي حالته لږ ښه راويښ شو، بيا ويده شواو وروسته له خوبه راويښ او په لاس کې سره بخنه خاوره بويوله . ورته مې وويل: رسول الله! دا خاوره څه ده؟ راته يې وويل: ” جبراييل خبر کړم،چې دا [حسين] د عراق په سيمه کې وژل کېږي . جبراييل ته مې وويل : هغه ځمکه چې پکې وژل کېږي راوښييه او دا خاوره د هغه ځاى ده.” [800]

حاکم وايي: دا حديث د شيخينو (مسلم او بخاري) له شرايطو سره سم دى؛ خو په کتابونو کې يې راوړى نه دى .

٢ _ د حضرت انس بن مالک (رض) روايت :

د امام احمد حنبل په مسند،د طبراني په المعجم الکبير او د ابن عساکر په تاريخ کې روايتوي (عبارت د امام احمد حنبل له مسنده دى) چې:

انس بن مالک وايي : د “قطر” په نامه يوې پرښتې له خپل پالونکي اجازه واخسته،چې د پېغمبراکرم ليدو ته راشي؛خداى اجازه ورکړه او د ام سلمه د نوبت پر ورځ ورته راغله . پېغمبر (ص) ام سلمې بي بي ته وويل : “پام،چې مجلس ته مو څوک رانشې” هماغه حال کې،چې هغه پر وره ولاړه وه،ناڅاپه حسين بن علي راورسېد،ور يې پرانست  او ننووت.  رسول اکرم په غېږ کې ونيو او ښکل يې کړ، پرښتې وويل : ډېر درته ګران دى؟ آنحضرت وويل؟ هو! پرښتې وويل : امت به دې ژر هغه ووژني! که غواړې وژنځې يې دروښيم؟ آنحضرت وويل: هو! وايي: پرښتې د وژنځي يو موټى خاوره راواخسته او آنحضرت ته يې وښووله، وروسته يې لږ څه شګه يا سره خاوره راوړه . ام سلمې واخسته او په خپلو جامې کې يې کېښووله . ثابت د حديث راوي وايي: موږ پر هغه مهال وويل : دا کربلاه ده! [801]

 

پر “شهید” د ویر فلسفه

اړینه ده،چې پر “شهید” د ویر پر فلسفه رڼا واچوو.[802]

زموږ په پېر کې ډېری خلک،ان ځینې مینه وال ځوانان هم د “امام حسين” پر وير نېوکې کوي او خپله زه هم ډېر ځل تر همدې ګوتنېونې لاندې راغلی یم.

ځینو په خپلو ویناوو کې په ډاګه دا کار ناسم ګڼلی او وايي،چې دا کار له شهادته د ناسمې اندنې – تفکر او ناسمې اخستنې زېږنده دی او پردې سربېره، ناوړه ټولنیزې اغېزې هم لري او د هغو ملتونو د وروستوالي،ځنډ او بې لارۍ لامل دی،چې په دې چارو روږدي دي.

یاد مې دي،چې محصل وم او د هغه وخت د مخور لیکوال ” محمد مسعود”  کتاب مې لوسته،چې پر “امام حسين” ویر یې د “مسیح” له “شهادت”( البته په خپل اند يې) سره پرتله کړی و،چې د “مسیح” د “شهادت” پر ورځ جشن کوي،نه دا چې ورته ژاړي.

هغه لیکلي و: (( وګورﺉ!یو ملت د “شهید” پر “شهادت” ویر کوي؛ځکه “شهادت” ته ماتې او داسې یو کار وايي،چې باید نه واى شوى او د خواشینۍ وړ یې ګني او بل ملت د “شهید” پر “شهادت” جشن نیسي؛ځکه بریا او د ویاړنې وړ يې ګڼي. هغه ملت،چې زر کاله د “شهید” پر “شهادت” ویر وکړي او چغې او سورې ووهي،خوار و ذلیل او له جګړې د تېښتې ملت به وي؛خو هغه ملت، چې دوه زره کاله یې د “شهید” پر “شهادت” جشن نیولی،هرو مرو به یو پیاوړى او سرښنده ملت وي.له شهادته د یو ملت اخستنه،ماتې ده او پر وړاندې غبرګون یې ویر،چغې او سورې دي او د هغې اخستنې او دې غبرګون پایله کمزوري،ذلت او غاړه اېښوونه ده؛خو د هغه بل ملت له شهیده اخستنه بریا او غبرګون یې جشن او خوشحالي ده او اخستنې او غبرګون پایله يې د پیاوړتیا او هسکېدنې روحیه ده.)) دا دهغه “محمد مسعود” نیوکې وې.

زه غواړم همدا مسئله وڅېړم او جوته کړم،چې اتفاقا دا قضیه پر عکس ده. د “شهید” پر “شهادت” جشن او خوشحالي د مسیحیت د وګړپالۍ له فکره او پر “شهید” ویر د اسلام د ټولنپالنۍ له فکره راټوکېدلی دی.

که څه هم زه د عامو خلکو د عمل د توجیه یا مخونې په مقام کې نه یم،چې مخکې مې پرې هم نیوکه کړې. ومې ویل:ځینې خلک مو “امام حسين” ته د مظلوم په سترګه کوي،چې وژنه یې یوازې د زړه سوي وړ ده او “امام حسين” باتور او د ستاینې وړ کار نه دى کړى.

زه د هغو سپارښتنو د اصلي فلسفې د توضیح په مقام کې یم ،چې زموږ د مشرانو له خوا پر “شهید” د ویر په هکله راغلي او البته هغوی،چې اسلامي فرهنګ ژور پېژني،همدې فلسفې ته د پاملرنې له مخې،د “امام حسين” د ویر په مراسمو کې ګډون کوي.

زه نه پوهېږم،چې د “مسیح” د “شهادت” په نامه د جشن او خوشحالۍ مسئله له کوم وخته او چا رامنځ ته کړې؛خو پوهېږم،چې په اسلام کې پر “شهید” د ویر سپارښتنه شوې،لږه تر لږه په شیعه مذهب کې له مسلماتو شمېرل کېږي.

اوس د اصل مطلب شننې ته راځم. لومړی د مړینې او “شهادت” مسئاله باید له وګړیز اړخه و څېړو.

ایا مړینه “فی حد ذاته” وګړي ته مطلوب امر دی؟ بریا ده؟ ایا نور باید مړینه یې ورته بریا وګڼي او یو ډول اتلولي یې وګڼي؟

پوهېږم په نړۍ کۍ داسې ښوونځي ول او ښايي اوس هم وي،چې له هستۍ سره د انسان اړیکه  او په بل تعبیر له بدن سره د روح اړیکه، له زندان سره د زنداني د اړیکې په څېر او له څاه سره په څاه کې د غورځېدلي د اړیکې او له پنجرې سره د مرغۍ د اړېکې په څېر بولي. ددې ښوونځیو له نظره،مړینه خلاصېدل او ازادي ده او ځان وژنه روا ده. وايي:” ماني” چې د پېغمبرۍ ادعا یې کړې وه، داشان نظریه درلوده. ددې نظریې له مخې،مړینه يو مثبت ارزښت دی،مړینه هر چا ته مطلوب چار دی،د هیچ چا مړینه خواشیني نه ده، له زندانه ازادي او له څاه راوتل او د پنجرې ماتېدنه خواشیني نه؛بلکې خوشحالي ده.

بله نظریه دا ده،چې مړینه،عدم او نیستي ده، بشپړه فنا ده، نه شتوالی یا ((نابودي)) ده. پر عکس،چې ژوند، وجود او هستي ده، شته والى یا ((بود)) دی. څرګنده او بلکې غریزي ده،چې هستي پر نېستۍ او شتوالی ((بود)) پر نه شتوالي ((نابودي)) غوره دی.ژوند، چې په هر ډول وي او هر څه وي، تر مړینې غوره ده.

“مولانا” د ” جالینوس” خبره را اخلي،چې ویلي یې و: ((  زه ژوند په هر حال او هره بڼه تر مړینې غوره ګڼم،که څه هم د ژوندبڼه په دې پورې تړلې وي،چې د غاترې په ګېډه کې ووسم او سر مې ساه اخستنې ته د غاترې له لکۍ بهر راوتلى وي.))

ددې نظریې له مخې،د مرګ ارزښت سل په سلو کې منفي دی.

بله نظریه دا ده،چې مړینه نیستي او نابودي نه ده،له یوې نړۍ بلې ته تګ دی؛خو له دنيا سره د انسان اړیکه او له بدن سره د روح اړیکه، له زندان سره د زنداني ،له څاه سره په څاه کې د غورځېدلي او له پنجرې سره د مرغۍ د اړیکې په څېر نه؛بلکې له ښوونځي سره د زده کوونکي او له پټي سره د بزګر د اړیکې په څېر ده.

دا سمه ده،چې زده کوونکی له کوره، معاشرته او ملګریو او وطنه لرې تللى او د ښوونځي په چاپېریال کې زده کړې کوي؛خو په ټولنه کې د نېکمرغه اوسېدانې یوازېنۍ لار، د ښوونځي له دورې  بریالى راوتل دي او دا هم سمه ده،چې بزګر خپل کور او کورنى ژوند پرېښی او په پټي کې په بزګرۍ بوخت دی؛خو په پټي کې کار یې د کورنۍ کلنی معیشت او د ژوند لګښت برابروي. له اخرت سره د دنيا او له بدن سره د روح اړیکه داشان ده.

هغه خلک،چې د نړۍ او انسان د اړیکو په هکله دا شان “نړۍ لید” ولري،که عملا یې دا توفیق نه وي تر لاسه کړی او خپل عمر په تباهۍ او د سزا وړ چارو کې تېر کړی وي؛نو څرګنده ده،چې دوی ته مړینه خوښ او مطلوب چار نه دى او هیله یې هم نه کوي او ورته کرکجنه او وېرونکې هم ده. دوی له مړینې وېرېږي؛ځکه له ځانه او له خپلو کړنو وېرېږي.

که څوک دا شان “نړۍ لید” ولري او عملا بریالی هم شي، د هغه زده کوونکي په څېر دی،چې پرله پسې زده کړه یې کړې او د هغه بزګر په شان دی،چې سخت زیار یې ګاللی.څرګنده ده، چې دا زده کوونکی به وطن ته د بېرته ستنېدنې هیله لري او وطن،خپلوان او ملګري به یې یادېږي او همداشان هغه بزګر، چې د داسې ورځې په هیله دی،چې کار یې پای ته ورسي او محصول کور ته یوسي. دا زده کوونکی سره له دې،چې د وطن هیله په کې؛لکه د اور لمبې وهي؛خو ورسره مبارزه کوي؛ځکه نه غواړي زده کړې یې ناتمامه پاتې شي او همداراز هغه بزګر کله هم خپل کار او دنده له هیلې نه بلهاروي.

“اولیاء الله” د هغه زده کوونکي په څېر بریالي دي،چې بلې نړۍ ته تګ (،چې نوم یې مړینه ده)، ورته یوه هیله ده، داسې هیله، چې یوه شېبه یې هم ارام نه پرېږدي. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: (( که خدای ورته اجل نه و ټاکلی؛نو د ثوابونو له شوقه او د سزاګانو له وېرې به یې ارواح په بدن کې نه وو پاتې شوي.))

په عین حال کې “اولیاء الله” په مړینې پسې نه ځي؛ځکه د کار،عمل او تکامل یوازېنۍ فرصت همدا څیز دی،چې د “عمر” نوم مو پرې اېښی دی او پوهېږي،چې څومره ډېر پاتې شي؛نو انساني کمالات په غوره توګه لاس ته راوړاى شي. په ټوليزه توګه، له مړینې سره مبارزه کوي او تل له خدایه د عمر د اوږدوالي دعا کوي.

ګورو ددې فکر له مخې، “اولیاء الله” ته د مړینې خوښي،مطلوب والی او هیله کول یې له مړینې سره د مبارزې او له خدایه د اوږد عمر له غوښتنې سره هیڅ ټکر نه لري.   

قرآن کریم یهودو ته وايي:(چې مدعي ول موږ “اولیاء الله” یو) که تاسې “اولیاء الله یئ، باید مړینه درته یو خوښ امر او هیله مو وي. بیا وايي:خو دوی کله هم د مړینې هیله نه کوي؛ځکه هغه اعمال یې،چې مخکې لېږلي،دومره له تیري او جنایته ډک دي،چې خپله پوهېږي، هغې نړۍ ته به پر څه ورننوځي. دا له درېمې ډلې دي،چې ومو شمېرل.

“اولیاء الله”په دوه حالتونو او دوه موردو کې د اوږد عمر له غوښتنې ډډه کوي:یو دا چې احساس کړي،داسې وضع لري،چې که نور څومره هم پاتې شي،په غاړه اېښوونه یا اطاعت کې ډېر توفیق نه شي تر لاسه کولای.پر عکس د تکامل پر ځای تناقض مومي. امام زین العابدین وايي: “خدایه داسې عمر راکړې،چې په غاړه اېښوونه یا اطاعت کې دې تېر شي،که ژوند مې د شیطان څر ځای وي؛نو ژر تر ژره مې د ځان خوا ته یوسه.”

دویم حالت،”شهادت” دی.اولیاء الله بې شرطه له خدایه “شهادت” غواړي؛ځکه “شهادت” دواړه ځانګړنې لري: هم عمل دی هم تکامل؛لکه څرنګه چې مو په نبوي حدیث کې رانقل کړل،چې د تکامل پر پوړۍ د نېکۍ د هرې کړنې له پاسه بله هم وي؛ خو بې له شهادته او له بل اړخه بلې نړۍ ته تګ دی،چې دا خوښ او مطلوب چار او د “اولیاء الله” هیله هم ده.

دا چې حضرت علي کرم الله وجهه ویني د “شهادت” مړینه یې په برخه شوې،له خوشحالۍ په جامو کې نه ځاييږي.

حضرت علي،چې ټپي شو؛نو و يې ويل: (( پر خدای قسم ! هیڅ مکروه د تمې خلاف چار راباندې نه دى پېښ شوی،هغه شوي،چې غوښتل مې،”شهادت” مې هیله وه،چې ورورسېدم. مثال مې د هغه کس دی،چې په تپه تیاره په دښته کې په اوبو پسې ګرځي او یو دم د اوبو څاه یا چینه پیدا کړي. مثال مې د هغه لټوونکي دی،چې خپل مطلوب ته رسېدلی وي.))

د روژې په نولسم ګهیځ، چې دښمن حضرت علي کرم الله وجهه پر سر وواهه،لومړنۍ یا دويمه جمله،چې له خولې يې واورېدل شوه دا وه:

(( فُزتُ و ربّ الکعبه)) د کعبې پر خدای قسم، چې وژغورل شوم.

 نو د اسلام له نظره،”شهادت” له وګړیز اړخه؛خپله “شهید” ته بریا ؛ بلکې ستره بریا،هیله او له ټولو ستره هیله ده.

“امام حسين” وویل: (( نیکه مې راته وویل،چې ته له خدای سره درجه لرې او بې شهادته به ور و نه رسې.))؛نو “شهادت” “امام حسين” ته ارتقاء او د تکامل له ټولو لوړ پړاو دى.

تردې ځایه مو د مړینې او “شهادت” د مسئلې له وګړیز اړخه شننه وکړه،دې ځای ته راورسېدو،که مړینه د “شهادت” په بڼه وي؛ نو”شهید” ته په رښتیا یوه بریا ده،جشن او خوشحالي لري؛ځکه  “سید بن طاوس” وايي: (( که د ویر حکم راته نه و شوى؛نو ما به د امامانو د “شهادت” د ورځې جشن لمانځه.))

دلته او له دې ځایه دي، چې موږ مسیحیت ته حق ورکوو،چې د مسیح د “شهادت” په نامه جشن ونیسي،چې دوی ګڼي “حضرت عیسی” عليه السلام “شهید” شوی.

اسلام په ډاګه “شهید” ته “شهادت” بریا ګڼي، نه بل څه؛خو د اسلام له نظره،هغه بل اړخ هم باید وڅېړل شي. د “شهادت” ټولنیز اړخ هم باید وڅېړل شي؛یعنې دا چې په ټولنې پورې هم تړاو لري او داسې څيز دى،چې په ځانګړو ځايو کې او په ځانګړو  پېښو پسې پېښېږي او په ځان پسې ځانګړې پېښې هم راولاړوي. د “شهید” په هکله،چې ټولنه کوم غبرګون ښيي،یوازې په “شهید” پورې اړه نه لري؛یعنې یوازې په دې پورې تړاو نه لري ،چې د “شهید” بریا یا ماتې په برخه شوې. د ټولنې غبرګون په دې پورې اړه لري،چې د ټولنې خلک د “شهید” او د “شهید” د جبهې پر وړاندې بايد څه ډول دریځ ولري او د “شهید” د مخالفې جبهې پر وړاندې بايد څه ډول دریځ ولري؟

له ټولنې سره یې د “شهید” اړیکه په دوه ډوله ده: یوه یې له خلکو سره ده. که ژوندی وای؛نو له شتونه به یې ګټه اخسته،چې اوس مهال ترې بې برخې دي او بله اړیکه یې له هغو سره ده،چې تباهۍ او فساد ته یې لار هواره کړې او “شهید” ورسره مبارزې ته راپاڅېدلی او په لاس يې “شهید” شوی دی.

څرګنده ده،چې د “شهید” د پلویانو له نظره،چې دده له ژونده له ګټنې بې برخې پاتې دي،دوی ته د “شهید” “شهادت” اغېزناک دی. هغه،چې د “شهید” پر “شهادت” ویر کوي،په حقیقت کې یو ډول پر ځان ژاړي او چغې وهي؛خو د هغې زمینې یا لارې چارې په هکله، چې د “شهید” “شهادت” په کې ترسره کېږي، د یو نامطلوب بهیر د شته والي له امله،”شهادت” یو مطلوب چار دی او د جراحۍ  د بریا عملیاتو په شان مثال لري،چې یومطلوب چار دی او دا هله ترسره کېږي،که څوک ورته اړتیا ولري؛لکه اپنډیسایټس (د کولمو یو رنځ دی،چې سمدستي جراحۍ ته اړتیا لري) یا د معدې یا کولمو زخم ولري یا داسې نور؛خو که دا شان زمینه یا لاره چاره نه وي؛نو  جراجي کول ناسم چار دى.

له ټولنیز اړخه،چې خلک باید د “شهید” له شهادته عبرت واخلي، دا دی،چې لومړی خو پرېنږدي داشان لارې چارې پیدا شي. له هغه مخې،چې دا ناورين د یو داسې چار په بڼه رامنځ ته کېږي،چې باید نه وای شوی او د خواشینۍ لامل ګرځي،چې دا اړخ د تیري په اتلانو او د “شهید” په قاتلانو پورې اړه لري؛ځکه چې د ټولنې وګړي پر داسې جنایتکارانو له اوړېدو ډډه وکړي؛لکه چې وینو، د “یزید” او “ابن زیاد”  او په شان یې نور نومونه داسې شوي،چې په عمل کې هر څوک ورسره له کوچنۍ ورته والي ډډه کوي.

بل عبرت،چې ټولنه یې باید واخلي،دا دی،چې په ټولنه کې بیا هم هغې لارې چارې پیدا کېږي،چې “شهادت” ایجابوي؛نو د “شهید” دا باتور عمل باید ښکاره او وویل شي او له هغه ځایه، چې په شهيد پورې تړاو لري او یو ځانخبری ،ټاکل شوی او پرې نه تپل شوی عمل دی او د خلکو احساسات د هغه “شهید” د شکل،رنګ او احساس په شان شي. دلته وايو،چې: پر “شهید” ویر په زوړرتوب زېږنه کې یې ګډون او له روح سره یې همغږي او له خوښۍ او نشاط سره یې موافقت او په څپه کې یې حرکت دی؛ نو دلته باید ووینو، هغه جشنونه،خوشحالۍ،نڅاګانې،د شرابو څښل او بد مستۍ،چې د مسیحیانو په مذهبي جشنونو کې کېږي،ایا هم شکلي،هم رنګي او هم احساسي راوړي که ژړا؟

معمولا د ژړا په هکله تېروتنه کوي او انګېري،چې ژړا تل له یو ډول درد او خپګانه رامنځ ته شوې او په خپله ژړا نامطلوب چار دی. ژړا او خندا د انسان له ځانګړنو دي. نور څاروي خوند او کړاو لري،خوشحالي او خپګان لري؛خو ژړا او خندا نه لري. ژړا او خندا د انسان د سختو احساساتو ښکارندوی ده.څه چې ورته نن سبا((احساسات)) وايي، د انسان له ځانګړنو دي او ژړا او خندا د انسان د سختو احساسي حالاتو ښکارندوی ده.

خندا څو ډوله ده،چې نه  غواړم د ډول ویینې ته یې ورننوځم. ژړا هم څو ډوله ده. ژړا تل له زړه سوي او هیجان سره وي.د مینې او ولولې اوښکې ټول پېژنو. انسان د ژړا پر مهال، له بل هر حالته ځان هغه محبوب ته نژدې احساسوي،چې ورته ژاړي او په حقیقت کې هماغه حال دی،چې ځان له هغه سره یو لاس ګڼي. خندا او خوشحالي زياتره دنننى اړخ لري او ژړا زياتره له ځانه د بهر راوتنې،د ځانې هېرونې او له محبوب سره د یو کېدو اړخ لري؛نو خندا له دې نظره د “شهوت” په څېر ده،چې په ځان کې ننوتنه ده او ژړا د مینې په څېر ده،چې له ځانه بهر وتنه ده.

“امام حسين” د خپل شخصیت له امله او په اتلانه “شهادت” د میلیونو انسانانو د زړونو او احساساتو خاوند دی. که ديني مبلغين وکړای شي له دې سترې زېرمې له ستر “حسيني روح” سره د خلکو د ارواحو په هم رنګه کولو،همشکله کولو او هم احساسولو کې په سمه توګه ګټنه وکړي؛نو نړۍ به اصلاح شي.

د “امام حسين” د پايښت راز دا دی،چې خوځښت یې له یوې خوا منطقي دی،عقلي اړخ لري او د منطق له خوا یې ملاتړ کېږي او بلخوا د احساساتو او عواطفو بيخ او تل ته یې لار موندلې ده. امامانو پر “امام حسين” د ویر خورا سپارښتنه کړې ده.

دا ژړا ګانې دي،چې د “امام حسين” خوځښت د خلکو د زړونو تل ته ورننباسي. بیا وایم: په دې شرط که  ديني مبلغين پرې پوه شي،چې څرنګه ترې ګټنه وکړي.

خوشال بابا وايي :

دجهان دولس امام دي                 په حديث کې نام په نام دي

يوعلي دويم حســـن دى                   بل حسين پاکيزه تــــــــن دى

چهارم زين العابــدين دى                 بل باقرستنه دديـــــــــــــــن دى

بل جعفر ورپـسې هم دى                  بل امام موسى کاظـــــــــــم دى

بل امام، على رضــــادى                  محــــمد تقى بل بـــــــــــــــيادى

بل امام ،على نقــــي دى                  بل حسن  عســـــــــــــکري دى

بل امام، امام مهدي دى                   چې ددرست جهـــــان هادى دى

دبې بــــي زهرا اولاددى                   پشت په پشت داهســـې ياد دى

پاک ســـني هغه آدم دى                    چې دآل  په عشق محـــکم دى .[803]

د پېغمبراکرم (ص) دولس ځايناستي

دلته هغه روايات راخلو،چې نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب جوتوي،چې پکې متعال خداى او رسول اکرم(ص)تر خاتم النبيين وروسته امامان او وصيان ټاکلي او خلکو ته ښوولي دي او ورپسې يې په څرګندونه هم لاس پورې کوو.

(الف) په رواياتو(ثقلينو حديث)کې د نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب په دې لړ احاديثو کې،د کوم امام ځانګړي نوم اخستل شوى نه دى؛ خو د نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب پکې نوموتى دى. دوه بيلګې يې دا دي:

په صحيح مسلم(٧/١٢٢-١٢٣)او نورو لس ګونو کتابونو؛ لکه د امام حنبل مُسنَد،د دارمي سنن،د بيهقي سنن او مستدرک الصحيحين (٣/١٠٩او١٤٨)کې روايت شوى دى چې :

زيد بن ارقم وايي: (له حجة الوداع نه په ستنېدو کې يې)د مکې او مدينې په لار کې د ((خم)) ډنډ پر غاړه،خلکو ته وينا وکړه: ((خلکو! باخبر، زه [ستاسې]يو بشر يم،نژدى دى،چې ما[تلپاتې نړۍ ته]وبولي او زه د حق بلنه ومنم.زه درته دوه ارزښتمن څيزونه په ميراث پرېږدم: د خداى کتاب،چې پکې ښيون-هدايت او رڼا ده،مه يې پرېږدئ او منګولې پرې ولګوئ)) بيا يې وويل: ((او زما اهلبيت،کورنۍ مې،د خپلو اهل بيتو په اړه خداى دريادوم!(دا غونډله يې درې ځله وويله) ))

بيا د مستدرک د روايت له مخې زياتوي: ((هوښيار وسئ، چې تاسې تر ما وروسته له دې دوو پاتې شونو سره څرنګه چلن کوئ.دا دواړه بيخي يو له بله نه بېليږي،څو په کوثر ډنډ کې ماته راشي))

 د پېغمبراکرم له وروستۍ غونډلې پوهېداى شو،چې بايد د نبوي کورنۍ يو امام(چې په معتبر رواياتو کې ټاکل شوى دى) اوږد عمر ولري، چې د نړۍ تر پايه ژوندى وي او تل په بشري ټولنه کې له قرآن سره جوخت او اوږه په اوږه وي او ددې دواړو (قرآن-اهل بيت) د نه بېلتون په اړه د پېغمبر وينا رښتيا شي.

٢-همدې ته ورته وينا حضرت جابر(رض) د پېغمبراکرم(ص) د عرفې له خطبې روايتوي.هغه وايي: پېغمبر(ص) د حج پر مهال په عرفات کې وليد،چې پر خپل اوښ ((غضباء))نومي سپور و او خلکو ته يې وويل: ((…خلکو!زه درته داسې څه پرېږدم،که منګولې پرې ولګوئ او لاس ترې وانخلئ،بيخي به بې لارې نشئ: د خداى کتاب او کورنۍ مې،چې زما اهل بيت دي.[804] ))

ترمذي ددې خبرې تر راوړو وروسته زياتوي،چې دا حديث له ابوذر،ابوسعيدخِدري،زيدبن ثابت او حُذيفة بن اُسيد(رضى الله عليه)هم روايت شوى دى.

په دې روايت کې،پېغمبر اکرم(ص) خپل اهل بيت د قرآن هم اوږه کړي او ښيون په دوى او قرآن پورې ګڼي او د دوى د لمن نيول له بې لارۍ د ژغورنې لامل ښيي او وايي : هوښيار وسئ او ځير شئ،چې تر ما وروسته له دې دواړو سره څرنګه چلېږئ او پوه شئ،چې دا دواړه بيخي يو له بله نه بېلېږي او د کوثر ډنډ(د قيامت د ژغورنديو د راټولېدو ځاى)ته به را ته راشي.

له نظري اړخ دا يوه غوڅه قرآني مساله ده،چې اسماني کتابونه د خلکو ګروهيز،اخلاقي او د عمل لارښوونکي او امامان دي:

((وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً وَهَذَا كِتَابٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِيًّا لِّيُنذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَى لِلْمُحْسِنِينَ ( احقاف/١٢)= او له دې مخكې د موسى كتاب، چې لارښود او رحمت و (د قرآن نښې ښوولې دي) او دا كتاب په عربي ژبه د تورات له نښو سره اړخ لګوي،چې ظالمان ووېروي او نېكانو ته زېرى وركړي . ))

د همدې اصل په پامنيوي او ډډه پرې وهل،له قرآن سره د پېغمبر د اهل بيتو يوځاى کېدل د دوى مشرتوب او امامت هم جوتوي.

په بله وينا،د اسلام نظري اړخ په قرآن کريم کې ويل شوى دى؛خو بهرنى انځور يې د اهل بيتو په سيرت کې ښوول کېږي.

دا چې په نظري اړخ کې مو د قرآن امامت او مشرتوب منلې؛نو بايد په عملي اړخ کې هم د اهل بيتو امامت ومنو.

پردې سربېره،د پېغمبراکرم د وينا له مخې،ښيون يوازې په دې دوو ارزښتمنو ميراثونو پورې اړوند دى او پوهېږو،چې د قرآن ښيون په ټوليزه بڼه د ګروهيز،اخلاقي او عملي مسايلو په باب دى؛نو هرومرو به د قرآني اسلام[؛يعنې هغه اسلام،چې په قرآن کريم کې راغلى او مطلب، ددې دين اصول او ټوليز مسايل دي]څرګندول،بيانول او رڼا پرې اچول د اهل بيتو دنده وي،چې ښيون پوره شي.

(ب)په رواياتو کې د امامانو د شمېر ټاکنه

رسول اکرم(ص)خبر کړي يو،کوم امامان،چې ترې وروسته راځي ((دولس)) تنه دي،چې دا مساله په صحاحو او مسانيدو کې روايت شوې ده:

١-امام مسلم په خپل صحيح کې له جابر بن سُمَرة(١)روايت کړى چې: رسول اکرم وويل: ((دا دين،تل او تر قيامته او هله،چې دولس تنه خلفاء مو پالندويان وي،ټينګ او پر ځاى دى.دا خلفاء ټول له قريشو دي.))

په دوو نورو روايتونو کې،داسې راغلي: ((تر هغې،چې دولس تنه خلفاء مو پالندويان شي))

په بل حديث کې: ((د دولس تنو تر پايه)) (٢)

په صحيح بخاري کې راوي وايي:له پېغمبراکرم(ص)مې واورېدل،چې يې ويل: ((دولس تنه اميران او بولندويان دي)) راوي وايي:پېغمبر(ص)تر دې وروسته خبرې وکړې،چې زه پوه نشوم.پلار مې وويل:ويې وويل: ((هغوى ټول له قريشو دي)).

بل روايت دى،چې يې وويل: ((د چا دښمني يې زيانمولاى نشي)). [805]

٢-بل روايت دى،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((لا تزال هذه الامه مستقيماً امرها،ظاهرة على عدوها،حتى يمغى منهم اثنا عشر کلهم من قريش؛((د دې امت چارې به تل سمې او پر دښمنانو به برلاس وي،چې دولس تنه قريشي خلفا پرې تېر شي)) [806]

٣-په بل روايت کې راغلي،چې يې وويل: ((دا امت دولس تنه پالندويان لري، چا يې چې لاسنيوى ونه کړ،زيان ورته نشي رسولاى،ټول له قريشو دي.))[807]

په بل روايت کې يې وويل: ((د دې امت چار به تل په جريان کې وي،تر هغې چې دولس تنه پرې ولايت ولري.))[808]

٥-له حضرت انس(رض)روايت دى،چې آنحضرت(ص) وويل : دا دين په هيڅ توګه نه ورکېږي،چې له قريشو دولس تنه وي او چې له دنيا ولاړل،ځمکه خپل اوسېدونکي ډوبوي)) [809]

٦-په بل روايت کې يې ويلي: ((د دې امت چار تل بريا ته نژدې دى،چې هغه ټول دولس تنه راپاڅي،هغوى ټول قريشي دي)) [810]

٧-امام احمد بن حنبل،حاکم او نور له مسروق څخه روايت کوي،چې و يې ويل: ((يوه شپه له عبدالله بن مسعود سره ناست وو او قرآن يې را زده کاوه،چې يو سړي ترې وپوښتل:اباعبدالرحمانه!ايا رسول اکرم دې پوښتلى و،چې د دې امت څو تنه خلافت ته رسي؟عبدالله وويل:عراق ته چې راغلى يم، داسې نه يم پوښتل شوى.په دې اړه مې پېغمبر پوښتلى او راته يې ويلي: ((هغوى د بني اسرائيلو د نقيبانو په شمير دولس تنه دي.)) [811]

٨-ابن مسعود وايي،رسول اکرم وويل: ((تر ما وروسته خلفاء د موسى د اصحابانو په شمېر دي.)) [812]

تېر روايتونه په څرګنده وايي: د واليانو شمېر دولس تنه دى،چې ټول له قريشو دي.

امام علي(ک)په خپلې يوې وينا کې له قريشو مطلب څرګند کړى دى چې يې وويل: ((ټول امامان قريشي دي او د بني هاشمو(اهل بيتو)له ټبره ټاکل شوي دي، بې له دوى(ولايت) بل چاته روا نه دى او يوازې دوى (پر امت د ولايت)وړ دي.

وګورئ:نهج البلاغه،١٤٢خطبه،د مصر چاپ،مطبعة الاستقامه او همدا راز ويې ويل : هو،پر خداى قسم،ځمکه به بيخي د خداى لپاره د حق له حجته خالي نشي[دا قايم امام]يا بريمن دى او ښکاره او يا ډارن او پټ،چې الهي حجتونه او روښانه الهي نښې تل وي))[813]

 

 

خوشال بابا وايي :

                        محــــبت د خاندان لرم په زړۀ کې

                         دولس واړه امامان مې دي بصر[814]

د تېرو احاديثو نچوړ

د تېرو احاديثو پايله او لنډيز دادى: ددې امت د امامانو شمېر پر له پسې دولس تنه دى،چې د نړيوالو دنيوي او اُخروي نېکمرغي به د دوى په ښوونو وي .

په لومړى حديث کې راغلي:

 په دې حديث کې تر قيامته د اسلام تلپاتېتوب ته اشاره شوې او د امت امامان يې دولس تنه ښوولي دي.

په پينځم حديث کې راغلي:

 دې حديث هم،د دين شتون او پايښت د دولس ګونو امامانو د عمر پر پايه تاييد کړى او عمر يې د دنيا پاى بولي.

اتم حديث،د امامانو شمېر يوازې دولس تنه ښيي: ((تر ما وروسته خلفا،د موسى د اصحابو د شمېر هومره دي.))

دا حديث راښيي،چې تر رسول اکرم وروسته به بې له دولس ګونو خلفاوو بل خليفه نه وي.

د دې رواياتو الفاظ په ډاګه وايي: ((د خلفاوو شمېر يوازې دولس تنه دى او وروسته ترې ګډوډي،د ځمکې نابودي او قيامت دى)) نور روايتونه،چې دغسې څرګندتوب نه لري،همدا(روايت) يې بيانوي.

نو ځکه شونې ده،چې د دولس ګونو امامانو د يو امام عمر دعادي انسانانو د عمر پر خلاف،اوږد او خارق العاده وي؛لکه چې همدا اوس دى او دولسم امام؛ حضرت مهدي په همدې توګه دى.

علماء څرنګه د دولس ګونو امامانو حديث تفسير وي

په دې اړه عالمان بېلا بېلې څرګندونې لري:

د((ترمذي دسننو)) شارح،ابن عربي وايي: تر رسول اکرم وروسته اميران،مې،چې وشمېرل؛نو دا دي: حضرت ابوبکر، حضرت عمر، حضرت عثمان، حضرت علي، امام حسن، معاويه،يزيد،معاويه بن يزيد،مروان،عبدالمالک مروان، سليمان، عمربن عبدالعزيز،يزيد بن عبدالمالک،مروان بن محمد بن مروان،سفاح او…)) وروسته،تر خپل وخته ٢٧تنه عباسي خلفاء شمېري او وايي: په دوو کې تر سليمان ابن عبدالمالک پورې دي او که خليفه په واقعي مانا په پام کې ونيسو،موږ ته يوازې پينځه تنه پاتې کېږي: څلورګوني خلفاء او عمربن عبدالعزيز؛نو ځکه زه دې حديث ته کومه مانا نه مومم.)) [815]

قاضي عياض،د دې خبرې[چې له دې شمېر(دولس ګونو تنو)ډېر ولايت او واکمنۍ ته رسېدلي دي]په ځواب کې وايي: ((دا سمه نيوکه نه ده؛ ځکه پېغمبر ويلي نه دي،چې يوازې دولس تنه ولايت ته رسي؛البته دا شمېر ولايت ته رسېدلي دي او دا مطلب د هغوى پر شمېر د ور زياتوالي مخه نه نيسي)) [816]

 ((سيوطي)) د خپل تاريخ په دولسم مخ کې،د هغه په ځواب کې يوه خبره راوړى او وايي: ((د حديث مراد،د اسلام په اوږدوکې تر قيامته د((دولس ګونو خلفاوو شتون دى،چې پر حق عمل کوونکي وي،که څه پر له پسې نه وي.))

د فتح الباري (٦/٣٤١)مولف او هم سيوطي د خپل تاريخ په دولسم مخ کې ليکي: ((په يقين چې له دې شمېره(دولس ګونو) څلورګوني خلفا تېر شوي دي او پاتې نور د قيامت تر راتلو مخکې بايد هرومرو پوره شي.))

ابن جوزي وايي: ((نو ځکه داچې يې ويلي: ((وروسته به فتنه او ګډوډي وي)) مراد ترې د قيامت تر جوړېدو مخکې فتنې دي؛ لکه د دجال راوتل او وروسته هغه دى)) [817]

سيوطي وايي: ((له دې “دولسو تنو” څلور ګوني خلفا، حسن، معاويه، عبدالله بن زبير او عمربن عبدالعزيز،دا اته تنه واکمن شوي او احتمال دا چې عباسي خليفه مهدي(چې په عباسيانو کې؛ لکه په امويانو کې چې عمربن عبدالعزيز و)هم پرې ور زيات کړو او همدا راز طاهر عباسي د عدالت له امله يې؛نو بيا هم دوه تنه پاتې کېږي او د انتظار وړ دى، چې يو يې مهدي آل محمد(ص)له اهل بيتو وي)).[818]

همداراز ويل شوي دي: ((د حديث مراد دا دى،چې هغه ((دولس تنه)) د خلافت د عزت په دوران،د اسلام په ځواکمنۍ او چارې يې ښه سمبالې وي،هغه کسان (دولس تنه)،چې د واکمنۍ پر مهال يې اسلام عزتمن شوى وي او ټول مسلمانان پرې راټول وي)).[819]

سيوطي،د خلفاوو تاريخ:لسم مخ د بيهقي له خولې ليکي : ابن کثير، تاريخ٦/٢٤٩ :

((دا شمېر(دولس تنه)د وليدبن يزيد بن عبدالمالک تر مهاله واکمن شول بيا ستره ګډوډي شوه او ورپسې د عباسيانو حکومت راغى او دا چې پر نوموړي شمېر يې ور زياتوي علت يې دا دى،چې د حديث ځانګړنې يې پرېښي يا يې له دولس تنو هغه کسان شمېري،چې له سترې ګډوډۍ وروسته راغلي دي.)) او همداراز ويلي يې دي: ((پر چا چې امت يوه خوله شوې درې ګوني خلفا ورپسې علي په صفين کې د منځګړتوب تر وخته،چې معاويه يې پر هغه ورځ خليفه ونوماوه .بيا د حسن له سولې سره،پر معاويه يوه خوله شول او تر دې وروسته يې پر زوى يزيد. حسين هم خلافت ته تر رسېدو مخکې ووژل شو.د يزيد په مړينه اړپېچ پيدا شو، تردې چې د عبدالله ابن زبير تر وژنې وروسته،پر عبدالملک مروان يوه خوله شول او ورپسې پر څلورو زامنو يې: وليد،سليمان،يزيد او هشام،چې په دوى کې عمربن عبدالعزيز د سليمان او يزيد تر منځ په يوه واټن کې و او دولسم يې وليدبن يزيدبن عبدالملک و،چې خلکو له هشام وروسته پرې يوه خوله شول او څلور کاله يې واکمني وکړه)) [820]

 نو ځکه د دې دولسو تنو خلافت په دې دليل سم دى، چې مسلمانان پرې يوه خوله ول او پېغمبر مسلمانانو ته د دوى خلافت،چې خلکو ته به اسلام ورلېږي زېرى ورکړى دى.

ابن حجر د دې مخونې په اړه وايي: ((دا خورا غوره مخونه ده)) او ابن کثير وايي: ((د بيهقي لار د منلو نه ده،چې يو شمېر ورسره يوه خوله دي؛ يعنې داچې له پرله پسې خلفاوو؛د حديث مراد تر وليدبن يزيدبن عبدالملک پورې دى؛ځکه د دې “وليد” تر وخته خلفاو تر “دولسو تنو” زيات ول،په دې دليل،چې د حضرت ابوبکر، حضرت عمر، حضرت عثمان او حضرت علي خلافت سم ول او وروسته ترې امام حسن بن علي دى.په دې دليل،چې حضرت علي وصيت کړى و او د عراق خلکو ورسره بيعت کړى و،تردې چې له معاويه سره يې سوله وکړه.ورپسې يزيد ابن معاويه،معاويه بن يزيد،مروان بن حکم، عبدالملک بن مروان،وليدبن عبدالملک،سليمان بن عبدالملک،عمر بن عبدالعزيز،يزيدبن عبدالملک او هشام بن عبدالملک دى،چې ټول پينځلس تنه کېږي.ورپسې وليد بن يزيد بن عبدالملک او که تر عبدالملک مخکې د عبدالله بن زبير(رض) واکمني وشمېرو؛نو اولس تنه کېږي.په دې شمېرنې سره يزيد بن معاويه په هغو دولسو تنو کې راځي؛ خو عمربن عبدالعزيز ترې وځي،هغه عمربن العزيز،چې ټول مشران د هغه په ستاېنه يوه خوله دي او له خلفاى راشدينو يې شمېري او ټول خلک يې پر عدالت قايل دي او د واکمنۍ پير يې خورا ښه وخت و،ان شيعه هم پرې منښته کوي.

که ووايي :((ما يوازې هغه کسان شمېرلي،چې امت پرې يوه خوله شوي؛ نو لازمه يې دا ده،چې علي او زوى يې و نه شمېرل شي؛ځکه ټول خلک پرې يوه خوله نه ول؛ځکه ټولو شاميانو ورسره بيعت و نه کړ)) نو ددې ليد له مخې وايو: ((په دې مسلک کې،درې ګوني خلفاء معاويه، يزيد، عبدالملک،وليدبن سليمان،عمربن عبدالعزيز، يزيد او هشام شمېرل کېږي،چې ټول لس تنه کېږي او په دوى پسې وليدبن يزيدبن عبدالملک دى،چې د دې ليد لازمه د علي او زوى (حسن) يې ترې ايستل دي،چې دقيقاً دا نظر د اهل سنتو د امامانو او؛بلکې د شيعه و د څرګندونو پر خلاف دى)) [821]

ابن جوزي په ((کشف المشکل))کتاب کې د دې مخونو په ځواب کې دوه نور دلايل وړاندې کوي چې وايې: لومړى: ((پېغمبر (ص) په خپل حديث کې تر ځان او اصحابو کرامو وروسته پېښو ته اشاره نه کوي؛ځکه د اصحابو کرامو حکم د آنحضرت(ص)له حکم سره تړلى دى؛نو پايله داچې،تر اصحابو کرامو وروسته، راغليو واکمنو په اړه روايت دى،وينا يې د اموي خلفاوو شمېر ته اشاره ده؛ لکه چې د آنحضرت (ص) خبره ((لايزال الدين))؛يعنې ولايت تر هغه دوام لري،چې دولس تنه واکمن شي.بيا اوضاع تر لومړي حالته هم بدترېږي.په دې شمېر کې لومړى اموي خليفه يزيدبن معاويه او وروستى يې مروان حمار دى،چې ((ديارلس تنه))کېږي. حضرت عثمان،معاويه او عبدالله بن زبير (رض) نه شمېرل کېږي؛ځکه دوى اصحاب دي،که مروان بن حکم هم (له دې امله،چې د صحابيتوب په اړه يې اړپېچ دى او د عبدالله بن زبير(رض) پر وړاندې يې ماته وخوړه او خلک پر ابن زبير راټول شول) ترې وباسو؛نو ((دولس تنو شمېر)) رښتيا کېږي. له امويانو،چې خلافت ووت؛ نو سترې فتنې،ګډوډۍ او خونړى حالت رامنځ ته شو،تردې چې عباسيانو حالات کابو کړل او حالات يې له بيخه واړول)) [822]

ابن حجر په ((فتح الباري))کې دا استدلال رد کړى دى.

دويم:ابن جوزى دا برخه له هغې ليکنې راخستې ده،چې((ابوالحسين ابن منادي)) د ((مهدي)) په اړه يې کښلې ده او وايي:دا شونې ده،چې دا موضوع تر مهدى وروسته حالاتو پورې اړوند وي،چې آخرالزمان کې راووځي؛ځکه ما د ((دانيال)) په کتاب کې ليدلي،چې مهدي وفات شي؛ نو ((سبط اکبر)) له کړوسو پينځه تنه واکمنۍ ته رسي، ورپسې د ((سبط اکبر)) له کړوسو پينځه تنه د دوى وروستۍ د((سبط اکبر)) يو تن خپل وصي کوي،چې وروسته يې خپل زوى واکمنېږي او په دې توګه ((دولس تنه))واکمنېږي،چې هر يو يې امام او مهدى دى))

 همداراز وايي: ((په بل روايت کې دي،چې وروسته ترې دولس تنه نارينه (شپږ تنه د حسن اولاده،پينځه تنه د حسين اولاده او بې له دوى يو تن) حکومت ته رسي او دا چې وروستۍ تن مومي؛نو فساد نړيوالېږي.))

ابن حجر په صواعق کې پر دې حديث يو لمن ليک کښـلى او وايي: ((دا يو خوشى روايت دى،چې ډاډ پرې نشته)) [823]

بله ډله وايي: ((غالب ګومان دا دى،چې پېغمبراکرم په دې حديث کې تر ځان وروسته له عجايبو خبر کړي يو؛هغه فتنې،چې خلک په يوه وخت کې تالاترغۍ کوي او د((دولسو تنو اميرانو))ولکې ته يې راکاږي او که يې بې له دې غوښتي واى؛نو يې ويل: ((دولس اميران دي،چې دغسې کوي)) او داچې دغسې ځانګړنې يې ورته ويلي نه دي؛نو پوهېږو،چې دوى به پر يوه وخت کې وي.)) [824]

ويلي يې دي:پر پينځمه لېږديزه پېړۍ کې په ((اندلس))کې يوه پېښه وشوه،چې شپږو تنو ځانونه ((خليفه))ګڼل،پردې سر بېره،د مصر واکمن، د بغداد عباسي خليفه او له علويانو او خوارجو او همدا راز د خلافت نور مدعيان هم ول. [825]

ابن حجر د دې مخونې په اړه وايي:دا د هغه چا خبره ده،چې تش په بخاري کې په لنډو يو راغلي حديث پوهېږي؛نو نور څه. [826]

او همدا راز وايي: په يوه وخت کې شتون يې،ګډوډي او بېلتون دى او د حديث مرادېداى نشي.))

[827]نو د همدې څيرنې له مخې د هېواد ستر عالمان او فرهنګي شخصيتونه؛لکه محمد جلال الدين بلخي (٦٧٢س مړ) شيخ نورالدين عبدالرحمان جامي(٨٩٨س مړ)شيخ سليمان قندوزي حنفي او خوشال بابا او همدا راز امام جويني په فرايد السمطين کې شيخ علي بن محمد مالکي په ابن صباع مشهور(٨٥٥س مړ) په خپلو اثارو کې د دولس ګونو امامانو نومونه راخلي:

خوشال بابا وايي :

                      تر مهدي پورې يولس دي يادولس

                      چې همه واړه ددنيا ددين سرور دي

له اوله تراخره کــــــــه ګروهيږي

دبتول اولاد مې واړه نور بصردي [828]

ددې روايتونو حقيقي مفهوم

د دولس ګونو امامانو په اړه،چې کوم روايتونه راغلي،که دا ټول راټول کړو او په ځير ورته وګورو؛نو حقيقي مفهوم ترې لاس ته راځي او د هغو مخونو په ناسموالي به هم وپوهېږو،چې په دې اړه يو له بل سره اړخ نه لګوي:

١-د پېغمبر اکرم خلفا او د اسلام مخکښان تر دولسو تنو نه اوړي او ټول قريشى دي.

و يکون لهذه الامع اثنا عشر قيما کلهم من قريش= دې امت ته دولس تنه پالندويان دي،چې ټول له قريشو دي.[829]

او يا:يملک هذه الامه اثنا عشر خليفه=دې امت ته به دولس تنه خلفا وي.

اويا:يکون بعدى اثنا عشر خليفه کلهم من قريش= تر ما وروسته به دولس تنه خلفا وي،چې ټول له قريشو دي.

٢-دوى پر له پسې تر قيامته په امت کې وي :

 ((د خلافت چارې تر هغې،چې ان په نړۍ کې دوه تنه پاتې وي،په قريشو کې به وي)) [830]

 چې دا حديث د خلافت تداوم د نړۍ تر پايه اعلانوي . دا حديث […دا دين،چې تر هغې دولس تنه خلفا پر تاسې واکمن وي،تر قيامته پاتې کېږي] تر قيامته د دين د پاتې کېدو زېر‌ى راکوي او همدا راز د دولس تنو خلافت اعلانوي،په دې مانا چې پېغمبر اکرم څرګندوي،چې دين مې تر قيامته پاتې کېږي،چې دا موده د دولس ګونو امامانو د خلافت موده هم ده،چې بايد لږ تر لږه له دې خلفاو د يوه عمر دومره اوږد وي،چې د خلافت وخت يې تر قيامته وغځېږي . 

 

تر رسول اکرم(ص)وروسته د دولس ګونو امامانو ښوونه

د اهل سنتو په سرچينو کې د دولس ګونو امامانو نومونه :

(الف):امام جويني [831] له عبدالله بن عباس څخه روايت کوي،چې و يې ويل: رسول اکرم (ص) وويل: ((له کتاب وکښل شي)) زه د پېغمبرانو ښاغلى يم او علي بن ابيطالب د وصيانو ښاغلى دى او بېشکه تر ما وروسته وصيان مې ((دولس)) تنه دي،چې لومړى يې علي بن ابيطالب او وروستى يې مهدي دى)).

(ب)امام جويني بيا هم په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کوي چې و يې ويل:رسول اکرم(ص) وويل: ((په واقع کې تر ما وروسته خلکو ته مې خلفاء،وصيان او حجتونه ((دولس))تنه دي،لومړى يې زما ورور او وروستى يې زما زوى دى)) ورته وويل شو: رسول الله!ورور مو څوک دى؟ورته يې وويل: ((علي بن ابيطالب)) ورته وويل شو:زوى مو څوک دى؟ورته يې وويل :((هغه مهدي دى،هغه چې ځمکه به له عدله ډکوي لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې . پر هغه سوګند،چې زه يې پر حق زېرى ورکوونکى او ګواښنګرى لېږلى يم،که له نړۍ يوه ورځ هم پاتې نه وي، خداى به دا ورځ دومره اوږده کړي،چې زوى مې مهدي راووځي،د خداى روح عيسى بن مريم راکېوځي او ورسره لمونځ وکړي،ځمکه د پالونکي له رڼا روښانه شي او واکمني به يې ختيځ او لويديځ راونغاړي))

(ج)امام جويني بيا هم په خپل سند روايت کوي،چې راوي وويل : وا مې ورېدل،چې رسول اکرم وويل :

((انا و على و الحسن و الحسين و تسعه من ولد الحسين مطهرون معصومون = زه،علي،حسن،حسين او د حسين نهه تنه زامن سپېڅلي او سپينلمني يو)) [832]

د اسلام د تاريخ په اوږدو کې واکمنو هڅه کړې،چې دغسې احاديث د اسلامي امت له لاسرسۍ لرې وساتل شي؛ خو بيا هم عالمانو خورا هڅې کړي،چې احاديث د خلکو غوږونو ته ورسول شي،موږ دلته د خپلې موضوع سره په اړه هغه متواتر روايتونه راوړو،چې د دولس ګونو امامانو نومونه پکې دي.

 

د  دولس ګونو امامانو نومونه

لومړى امام : اميرالمؤمنين علي(ک)

پلار:ابوطالب بن عبدالمطلب بن هاشم

مور:فاطمه بنت اسد بن هاسم

کنيه:ابوالحسن و الحسين ابوتراب

لقب:اميرالمؤمنين

زوکړه:په کعبه کې تر((عام الفيل))دېرش کاله وروسته .

شهادت:پر څلوېښتم لېږديز کال يو خارجي عبدالرحمن بن ملجم شهيد کړ او له کوفې بهر په نجف اشرف کې ښخ شو.

د حضرت علي(ک)مور،فاطمه بنت اسد د دوه ځانۍ پر حال پر طواف بوخته وه،چې د زوکړې درد پرې راغى،په دې وخت کې د کعبې په دېوال کې چاود رامنځ ته شو او هغه ورننووته او زوى يې ((علي)) وزېږېد.په دې اړه د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: [833]

 

دويم امام :حسن بن علي بن ابيطالب

مور:فاطمه الزهرا د رسول اکرم لور

کنيه:ابومحمد

لقب:سبط اکبر،مجتبى

زوکړه:په مدينه کې په لېږديز درېم کال د رمضان په نيمايي کې

شهادت:د پينځوسم لېږديز کال د صفرې پر اته ويشتم شهيد شو او د مدينې په بقيع هديره کې ښخ شو.

درېم امام : حسين بن علي بن ابيطالب

مور: فاطمه الزهرا د پېغمبراکرم لور

کنيه:ابوعبدالله

لقب:سبط،د کربلا شهيد

زوکړه: په مدينه کې پر لېږديز څلورم کال د شعبان درېمه

شهادت:پر ٦١س د محرم پر لسمه له خپلو اهلبيتو او يارانو سره يزيديانو په کربلا کې شهيدان کړل او زيارت يې د عراق په کربلا کې دى . [834]

څلورم امام : علي بن الحسين

مور:غزاله يا د ښځو پاچا

کنيه:ابوالحسن

لقب:زين العابدين،سجاد

زوکړه:٣٣يا٣٧يا٣٨س په مدينه کې

شهادت:پر٩٤س پر شهادت ورسېد او په بقيع کې د خپل تره امام حسن تر څنګ ښخ شو. [835]

پينځم امام : محمد بن علي

مور: ام عبدالله د امام حسن بن علي لور

کنيه:ابوجعفر

لقب:باقر

زوکړه:٥٧س،مدينه

شهادت:پر١١٤پا١١٧س په مدينه کې شهيد کړاى شو او په بقيع کې د خپل پلار تر څنګ ښخ شو. [836]

 

شپږم امام : جعفربن محمد

مور:ام فره د قاسم بن محمد بن ابي بکر لور

کنيه:ابو عبدالله

لقب:صادق

زوکړه:٧٣س،مدينه

شهادت:١٤٨س شهيد شو او په بقيع کې د خپل پلار تر څنګ ښخ شو. [837]

اووم امام : موسى بن جعفر

مور:حميده

کنيه:ابوالحسن

لقب:کاظم

زوکړه:١٢٨س،مدينه

شهادت:پر ١٨٣د هارون الرشيد عباسي خليفه په زندان په بغداد کې شهيد شو او د قريشو په هديره کې،د ننني بغداد په لويديځ کې(په کاظمه ښار مشهور) ښخ شو. [838]

اتم امام : علي بن موسى

مور:نجمه يا((تُکتَم ))

کنيه:ابوالحسن

لقب:رضا

زوکړه:١٤٨س،مدينه

شهادت:٢٠٣س،د خراسان په طوس کې ښخ دى. [839]

نهم امام : محمد بن علي

مور: سکينه

کنيه: ابوعبدالله

لقب:جواد

زوکړه:١٩٥س،مدينه منوره

شهادت:پر ٢٢٠س شهيد شو او د خپل نيکه موسى بن جعفر په څنګ کې ښخ شو. [840]

لسم امام : علي بن محمد

مور: سمانه مغدبيه

کنيه: ابوالحسن عسکري

لقب:هادي

زوکړه:٢١٤س،مدينه منوره

شهادت:پر٢٥٤س شهيد شو او د عراق په سامرا کې ښخ شو. [841]

يوولسم امام : حسن بن علي

مور: د سوسن په نامه ام ولد

کنيه:ابومحمد

لقب:عسکري

زوکړه:٢٣١س،سامرا

شهادت:پر٢٦٠س شهيد شو او په سامرا کې ښخ دى.[842]

دولسم امام : حجة بن الحسن

مور: د نرجس يا صيقل په نامه ام ولد

کنيه:ابوعبدالله،ابوالقاسم

لقب:قائم،منتظر،خلف،مهدي،صاحب الزمان

زوکړه:٢٥٥س،سامرا

امام مهدي له ((دولس ګونو امامانو))وروستى امام دى، چې تر اوسه ژوندى دى،چې کله خداى وغواړي،په امر به يې راپاڅي او نړۍ به له قسط وعدله ډکه کړي.

 

 

 

خوشال بابا وايي :

بل امام، امام مهدي دى        

          چې ددرست جهـــــان هادى دى[843]

امامان يې داولاد واړه برحق دي

                             ترمهدي پورې دواړو خدمتګاريم[844]

د امام مهدي د راښکاره کېدو په باب د رسول الله (ص) وړاندوينه

(ابن ماجه؛صحيح :ابواب جهاد،د ذکر ديلم باب) په خپل سند له حضرت ابي هريره روايتوي،چې د خداى رسول وويل :د دنيا د ژوند يوه ورځ که هم پاتې شي؛نو خداى به يې دومره اوږده کړي،چې زما له اهلبيتو يو سړى د ديلم او قسطنطنيه (استامبول) د غرونو د لړۍ تر منځ پر سيمه واکمن شي او پر دې ځمکه واکمني وکړي .

 (ابن ماجه؛صحيح :د فتن ابواب ،د مهدي د راښکاره کېدو باب) په خپل سند له حضرت علي (ک) روايتوي : رسول الله (ص) وويل :مهدي زموږ له اهلبيتو ځنې دى،چې خداى به يې په يوه شپه کې د راښکاره کېدوه سريزې چمتو کړي .

دا حديث (ابونعيم؛حلية :درېم ټوک،١٧٧ مخ) په دې اضافه راوړى،چې په يوه شپه کې –يا يې وويل،چې  په دوو ورځو کې – امام احمد بن حنبل هم د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٨٤ مخ کې راوړى او سيوطي هم په درمنثور کې د محمد سورت په تفسير کې رواړى دى او ابي شيبه،احمد او ابن ماجه ته يې نسبت ورکړى دى .

(ابن ماجه؛صحيح :د فتن ابواب ،د مهدي د راښکاره کېدو باب) په خپل سند له عبدالله روايتوي :يوه ورځ له رسول الله (ص) سره وو،چې يوه ډله بني هاشم راغلل؛همدا چې آنحضرت دا ډله وليده،سترګې يې له اوښکو ډکې شوې،رنګ يې واوخوت، ورته مو وويل : ستاسې په څېره کې مو خپګان وليد ؟ و يې ويل : موږ هغه اهلبيت يو،چې خداى راته آخرت ته پر دنيا غوراوى راکړى دى،تر تګ وروسته به مې پر اهلبيتو خورا  کړاوونه او ستونزې راشي،خلک به ورته شا کړي،تردې چې له ختيځه به له تورو بېرغونو سره يو قوم راشي او خير او صلاح به وړانديز کړي؛خو خلک به يې ورسره و نه مني؛نو د ناچارۍ له مخې به تورې ته لاس کړي او خداى به ددې قوم ملاتړ وي او خلک به يې ورسره د ناچارۍ له مخې ومني او هغه څه به هم ورته ورکړي،چې ترې نه وي غوښتل شوي؛خو هغه قوم به يې ورسره نه مني؛تر دې،چې د چار واګې زما له اهلبيتو ځنې يو سړي ته وسپاري او هغه سړى به ځمکه له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له تېري او ظلمه ډکه شوې وه؛نو که هر چا هغه مهال وليد؛نو ور دې شي که څه له يخه وي .

(ابي داود ؛صحيح :٢٧ ټوک) د المهدي په کتاب کې په خپل سند له ابي الطفيل روايتوي : که د  هستۍ يوه ورځ هم پاتې شي؛نو خداى به پر هغه ورځ زما له اهلبيتو ځنې يو راښکاره کړي،چې ځمکه له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه.

(مستدرک الصحيحين :څلورم ټوک،٥٥٧ مخ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي : د خداى رسول (ص) وويل : قيامت به نشي تردې چې ځمکه له ظلم او دښمنۍ ډکه شي او هله به زما له اهلبيتو ځنې يو راووځي،چې ځمکه له عدل او دوستۍ ډکه کړي؛لکه څنګه چې له ظلم او دښمنۍ ډکه شوې وه . بيا وايي : دا حديث د مسلم او بخاري له نظره د صحت ټول شرايط لري .

دا روايت ابو نعيم د حلية الاولياء د درېم ټوک په ١٠١ مخ کې په لږ اختلاف راوړى دى او همداراز احمد بن حنبل د خپل مسند د درېم ټوک په ٣٦ مخ کې او د حديث نورو ائمو هم رانقل کړى دى .

(مستدرک الصحيحين :څلورم ټوک،٥٥٨ مخ) په خپل له حضرت ابوسعيد خدري روايتوي : رسول الله (ص) وويل : ځمکه به له ظلم او دښمنۍ ډکه شي؛نو زما له عترته به يو سړى راووځي . او دا حديث د مسلم او بخاري له نظره د صحت ټول شرطونه لري .

(امام احمد بن حنبل؛مسند:لومړى ټوک،٩٩ مخ) په خپل سند له حضرت علي (ک) روايتوي : د خداى استازي وويل : که د دنيا يوه ورځ هم پاتې شي؛نو خداى به له موږ ځنې يو سړى مبعوث کړي،چې دنيا له عدله ډکه شي؛لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه .

 دا روايت سيوطي هم په درمنثور کې په محمد سورت کې راوړى دى او ابن ابي شيبه، احمد او ابوداود ته يې نسبت ورکړى دى .

(اسدالغابه:لومړى ټوک،٢٥٩ مخ) د رسول الله (ص) يو حديث راوړى دى،چې وايي : ډېر ژر به تر ما وروسته خلفاء او تر خلفاوو وروسته آمران او تر آمرانو وروسته پاچپان او جبابر واک ته ورسي او تر هغه وروسته به مې له اهلبيتو ځنې يو سړى راووځي،چې ځمکه له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه .

 اسدالغابه دا روايت د پينځم ټوک په ١٥٥ مخ کې  هم راوړى دى، په دې توپير،چې وايي : تر ملوکو وروسته به جبابره راځي .

همداراز دا روايت (ابن عبدالبر؛استيعاب:لومړى ‌ټوک،١٨٥ مخ)، (ابن حجر؛اصابه : اووم ټوک،٣٠ مخ)، (متقي؛کنزالعمال :اووم ټوک،١٨٦ مخ)، (ابن حجر؛صواعق :٩٨ مخ) او د هغه د وينا له مخې روياني او طبراني او همداراز (کنزالعمال :اووم ټوک،٢٦٣ مخ) ،(کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٤ مخ) د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي،چې په وروستي کې يې حضرت رسول اکرم عوف ته وايي : عوفه ! څنګه به يې پر هغه مهال،چې امت مې پر درې اوياوو ډلو و ايشل شي او يوازې يوه ډله يې جنتي وي او نور ټول به په دوزخ کې وي –تر دې چې وايي –نو توره او حيرانوونکې فتنه به راولاړه شي او تر هغه وروسته به فتنه په فتنې پسې راځي،تردې چې له اهلبيتو مې يو سړى راښکاره شي،چې ورته مهدي وايي،که و دې ليد؛نو لاروي ترې وکړه،چې له لار موندليو ځنې شې .

(حلية الاولياء :درېم ټوک،١٨٤ مخ) ، (ذخائر العقبى :٤٤ مخ) او همدارزا سيوطي په درمنثور کې په محمد سورت کې او د هغه د وينا له مخې ترمذي،نعيم بن حماد او همداراز صحيح ابوداود (٢٧ ټوک،١٣٤ مخ) د امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي،چې وروستى يې دادى،چې ام المؤمنين ام سلمه وايي : د خداى له استازي مې واورېدل :مهدي زما له عترته او د فاطمې له زامنو ځنې دى .

دا روايت ابن ماجه د خپل صحيح د ابواب فتن د مهدي د راووتو په باب کې او همدارز  (حاکم؛مستدرک :څلورم ټوک،٥٥٧ مخ) کې هم راوړى دى او ويلي يې دي : دا مطلب حق دى او مهدي د فاطمې له زامنو ځنې دى . (ذهبي؛ميزان الاعتدال،دويم ټوک،٢٤ مخ) او همداراز سيوطي په درمنثور کې د محمد سورت په تفسير کې راوړى دى او ابي داود،ابن ماجه،طبراني او حاکم ته يې نسبت ورکړى دى .

(کنزالعمال :اووم ټوک،٢٦١ مخ  او همداراز؛ شپږم ټوک:٢١٨ مخ) او همداراز؛ اووم ټوک،٢٥٩ مخ ) او  ذخائر العقبى د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي،چې په وروستي کې يې له حضرت حذيفه روايتوي،چې رسول الله (ص) وويل : که د دنيا عمر يوه ورځ هم پاتې شي؛نو خداى به دا ورځ  دومره اوږده کړي،چې زما له زامنو ځنې يو،چې نوم يې مهدي دى راښکاره شي .سلمان وپوښتل : رسول الله ! له  کومو زامنو ځنې دې دى ؟ د خداى استازي پر حسين لاس کېښود،و يې ويل : له دې زويه مې .

(کنوز الحقايق :١٥٣،١٥٢ مخونه) او (ذخائر العقبى :١٣٦ مخ) د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي،چې وروستى يې دادى،چې علي بن هلالي له پلاره راوايتوي،چې وايي : رسول الله رنځور و،چې ورغلم او په دې رنځ يې رحلت هم وکړ،و مې ليدل،چې فاطمه يې سر ته ناسته،ژاړي،چې غږ يې راپورته شو،د خداى استازي ورته وليدل او ورته يې وويل : فاطمې ! پر هغه خداى ،چې زه يې په حقه مبعوث کړى يم،ددې امت مهدي ستا له حسينه دى او هغه مهال به راښکاره شي،چې دنيا به له ګډوډۍ ډکه شوې وي،فتنې به راولاړې شوې وي،له هر لوري به د خلاصون لارې بندې شوې وي،خلک به يو بل لوټي؛نه به پر کشرانو رحم کېږي او نه به د مشرانو درناوى؛نو دا مهال به خداى يو څوک مبعوث کړي،چې د ضلالت ټولې کلاګانې سوبه کړي او تړلي زړونه پرانځي او په اخره زمانه کې به د اسلام په دين پاڅون وکړي؛لکه څنګه چې ما په لومړۍ زمانه کې په اسلام پاڅون وکړ او ځمکه به له  عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه .

(صحيح ترمذي :دويم ټوک:٣٦ مخ)، (صحيح ابي داود:٢٧ ټوک،١٣٦ مخ)، (امام احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،١٧مخ)، (هيثمي؛مجمع الزوائد :اووم ټوک،٣١٥،٣١٧مخونه) ،(مستدرک الصحيحين :څلورم ټوک،٥٥٤ او ٥٥٧ مخونه)، (ابن ماجه؛صحيح : ابواب فتن، د مهدي د راښکاره کېدو باب) ، (امام احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،٢٨ مخ)، (مستدرک الصحيحين:څلورم ټوک،٤٦٥ مخ)، (احمد بن حنبل؛مسند:درېم ټوک،٣٧ مخ)، ( کنزالعمال :اووم ټوک،١٨٩ مخ) ، (هيثمي؛مجمع الزوائد :اووم ټوک،٣١٦ مخ) ، (صواعق محرقه :٩٨ مخ)، (کنزالعمال :اووم ټوک،٢٦١ مخ) ، (صحيح مسلم : د فتن کتاب ، د “لاتقوم الساعة حتى يمر الرجل” باب) ، (سيوطي؛درمنثور :محمد سورت) ، (امام احمد؛مسند :درېم ټوک،٩٨،٣١٧ مخونه) ، (مستدرک الصحيحين :څلورم ټوک،٤٦٣،٥٠٢،٥٠٣،٥١٤ مخونه) ، (ابن سعد؛طبقات : درېم ټوک،٤ مخ) ، ( کنزالعمال :اووم ټوک،٢٦٠،٢٦١ مخونه) ، (ثعلبي؛قصص الانبياء :٥٥٤ مخ) ، (هيثمي؛مجمع : اووم ټوک ،٣١٤مخ)، (صواعق محرقه :٩٨ مخ) او  (کنوزالحقايق :١٥٢) د امام مهدي د ژوند او مړينې په باب روايتونه راوړي دي،چې په يوه يې بسيا کوو او هغه د ثعلبي د قصص الانبياء روايت دى،چې له حضرت ابن عباس نه روايتوي : د خداى استازي (ص) وويل : څنګه به شونې وي،چې د محمد امت هلاک شي،حال داچې زه د بنسټ په پيل کې وم،عيسى يې په پاى کې او مهدي يې په منځ کې .

 

 

 

خوشحال بابا وايي :

           محبت دخانـــــدان لرم په زړه کې

خوشال بابا وايي :         

 دوولس واړه امامان مې دي بصر

           له اوله ترآخـــــــره  که ګروهېږي

           د بتول اولاد مې واړه نور بصردي [845]

                                         

پر امام مهدي عليه السلام ټول مسلمانان ګروهن دي

چې په دې اړه ديني سرچينو ته مراجعه کوو او څه پوښتنې ګروېګنې چې وي، ځان پرې پوهوو:

مهدي د حضرت پېغمبر همنومى دى

په سنن ترمذى،سنن ابوداوود او نورو کتابونو کې له رسول اکرم(ص) روايت کوي،چې يې ويلي دي: ((نړۍ به تر هغې پاى ته ونه رسي،چې له اهل بيتو مې يو همنومى سړى د عربو واکمن شي))(١)

مهدي له اهل بيتو دى

د حاکم نيشابوري په مستدرک،د امام احمد حنبل په مسند او په نورو کتابونو کې له حضرت ((ابوسعيدخدري)) رضي الله عنه روايت شوى، چې رسول اکرم(ص)وويل:

((قيامت تر هغې نه راځي،چې ځمکه له تېري او دښمنۍ تر خولې نه وي ډکه شوې؛بيا له اهل بيتو مې يو وګړى راپاڅي او له عدله يې داسې ډکوي؛لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې وه.))[٢]

د ابن ماجه په سننو کې[ابواب جهاد]له حضرت ((ابوهريره)) رضي الله عنه روايت شوى،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((که له نړۍ يوازې يوه ورځ پاتې نه وي،خداى تعالى هغه ورځ اوږدوي،چې له اهل بيتو مې يو سړى واکمنى ته ورسي او د ديلم او قسطنطيه د لوړو واکمن شي))

همدا راز د همدې کتاب په ((ابواب فتن))[باب خروج مهدي]او د امام احمد حنبل په مسند او نورو کتابونو کې له امام علي(ک)روايت کوي چې رسول اکرم وويل: ((مهدي زموږ له اهل بيتو دى او خداى يې په يوه شپه کې پاڅون ته چمتو کوي)).

د حاکم په مستدرک کې له حضرت ((ابوسعيدخدري)) رضى الله عنه روايت شوي،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زموږ له اهل بيتو دى؛ پوزه يې اوږده راښکلې اوږد مخ او نوراني تندى لري،چې ځمکه له عدله ډکوي، چې له ظلم او تېري ډکه شوې وه))

خوشال بابا وايي :

                   امامان يې د اولاد واړه برحق دي

                   ترمهدي پورې د واړو خدمتګاريم [846]

                                                        

مهدي  د فاطمې(س) له ځوځاته دى

د ابو داوود په سننو کې له حضرت ((ام سلمى)) بي بي روايت دى،چې وامې ورېدل،رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زما له کورنۍ او د فاطمې له اولادې دى))

او په کنزالعمال (لومړى چاپ٧/٢٦١)کې له حضرت علي(ک)روايت شوى،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زموږ له سړيو دى؛ د فاطمې له اولادې))

مهدي د حسين عليه السلام له اولادې دى

په ذخائرالعقبى(١٣٦مخ)کې له حضرت ((ابوايوب انصاري))رضي الله عنه روايت کوي،چې رسول اکرم وويل: ((د دې امت مهدي به له دې دواړو؛يعنې حسن و حسين زېږولېږي))

او همدا راز په ذخايرالعقبى کې له حضرت ((حذيفه)) روايت شوى، چې پېغمبراکرم وويل: ((که له نړۍ يوازې يوه ورځ پاتې نه وي،هغه ورځ به اوږده شي،چې له اولادې مې (يو) همنومى راپاڅي))

حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه وويل: ((يا رسول الله!له کوم اولاد دې؟))

ورته يې وويل: ((له دې زوى مې))؛او پر حسين يې خپل لاس کېښود.

مهدي د امام حسن عسکري زوى دى

د اهل سنتو ځينې عالمان،امام مهدي د امام حسن عسکري زوى ګڼي چې يو شمېر يې دا دي.

١-علامه شيخ ابوبکر،احمدبن حسين بن علي بيهقي نيشاپوري شافعي فقيه(٤٥٨ل س مړ)په خپل کتاب(شُعَب الايمان)کې ليکي:

((خلکو د مهدي په اړه اړپيچ کړى او ټولو خوله نيولې او پوهه يې د هغه عالم ته پرېښې او ګروهن دي،چې هغه د رسول اکرم(ص)د لور فاطمې له اولادې دى،چې خداى هر وخت وغواړي،پيدا کوي يې او د خپل دين مرستې ته يې رالېږي .

او يوه ډله وايې: موعود مهدي د٢٥٥ل س د شعبان پر پينځلسمه د جمعې پر ورځ زېږېدلى او هغه هماغه امام دى،چې په حجت قايم منتظر محمد بن حسن عسکري ملقب دى،چې په سامرا کې سرداب ته ننووتى او د خلکو له ليده پټ شوى دى او خپل پاڅون ته سترګې پر لار دى.هغه راښکاره کېږي او ځمکه له عدله ډکوي؛ لکه چې له تيري او ځورونې ډکه شوې ده.د حضرت عيسى بن مريم،خِضر و حضرت نوح(عليهم السلام)په څېر اوږد عمرى او پېر يې غځېدلى دى)).

د حضرت مهدي د اوږد عمرۍ په اړه وايو،قرآن د حضرت نوح(ع)د عمر په باب وايي: ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ (عنکبوت/١٤)= او په رښتيا موږ نوح د هغه قوم ته [په رسالت] ولېږه؛نوح د هغوى په منځ کې نهه سوه او پنځوس كاله تېر کړل؛خو په پاى كې (د خپل ظلم له امله) توپان او نېز لاندې کړل،حال داچې دوى [مشرک] ظالمان ول .  ))

 له بېرۍ تر راکېوتو وروسته يې هم نور درې سوه او پنځوس کاله عمر وکړ؛ نو ځکه په ټول کې يې عمر ديارلس سوه کالو ته رسي.

حال داچې،همدا اوس د حضرت مهدي عمر تر١٢٠٠کالو لږ دى او د حضرت خضر عليه السلام عمر تر دې ډېر دى،پر شيعه و سربېره د اهل سنتو يو شمېر عالمان هم دغسې استدلال کوي.

٢-شيخ محي الدين ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد،په ابن حاتمي طايي اُندلسي شافعي مشهور(٦٣٨ل س مړ) چې د شام په ((صالِحيه)) کې يې زيارت دى،د خپل کتاب((فتوحاتو))په٣٣٦باب کې ليکي:

((پوه شئ،چې مهدي(ع) به په رښتيا راپاڅي؛خو پاڅون به يې هله وي، چې ‌ځمکه له تېري او ځورونې تر پوزې راغلې وي او هغه به يې له قسط او عدله ډکه کړي، که د نړۍ له عمره يوازې يوه ورځ پاتې وي،خداى دا ورځ دومره اوږدوي،چې دا خليفه ولايت ته ورسي.هغه د رسول الله (ص) له ځوځاته دى،د فاطمې له اولاده،نيکه يې حسين بن ابيطالب دى، پلار يې ((حسن عسکري)) د امام علي نقي زوى،د امام محمد تقي زوى،د امام علي بن موسى الرضا زوى، د امام موسى کاظم وزى،د امام جعفرصادق زوى،د امام محمد باقر زوى،د امام زين العابدين زوى،د امام حسين زوى،د علي بن ابيطالب زوي(رضى الله عنهم)د رسول اکرم همنومى دى او مسلمانان به[په کعبه کې]د((رکن))او (د ابراهيم عليه السلام)د مقام تر منځ ورسره بيعت کوي.

څېره يې رسول اکرم(ص)ته ورته ده او خُلق و خوى يې هغه ته نه دى؛ځکه په خويونو کې د رسول اکرم(ص)سيال نشته،چې خداى وايي:

((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ  (قلم/٤)= او په رښتيا،چې ته ستر خويونه لرې .))

تندى يې پراخ او پوزه يې لوړه ده،له کوفې يې ښه ډېر ياران دي.بيت المال مساوي ويشي او له خلکو سره په عدالت چلېږي؛لکه چې يو تن راځي او وايي: ((مهدي!پېرزو راباندې وکړه))او د مهدي په مخ کې له پرتې شتمنۍ يې،دومره جيبونه او څادر ډکوي،چې وړاى يې شي)) بيا يې په ځانګړنو او ځينو کړنو لګيا کېږي.

دا چارې ((ابن خبان)) په ((اسعاف الراغبين))کې د((نورالابصار))په لمنليک کې هم راوړي دي.

ويلي يې دي:د امام مهدي په ځانګړنو کې شيخ محي الدين دا شعر ويلى،چې په ((فتوحاتو))کې هم راغلى دى:

هغـــــه،همــــــاغه سيــــــد او د آل احــــــــمد مهـــدي دى

هغه،هماغه هنـدي توره ده،چـې[دښمنۍ]له منځه وړي

هغه،هماغه لمـــر دى،چـې هر غم او تيارې لــرې کــــوي

او هغــــه،هماغه پسرلنى باران دى،چې په پېرزو ورېږي.

په ينابيع المودة(٤٦٧مخ)کې راغلي: شيخ محي الدين عربي په مکيه فتوحاتو(٣٣٦باب)د مهدي آخرالزمان د وزيرانو مقام يادوي او وايي:

((هغه له اهل بيتو دى او د خداى يو خليفه دى،چې پاڅون کوي،حال دا چې ځمکه له تېري او ځورونې ډکه شوې وي او هغه پکې قسط و عدل خپروي او که له نړۍ يوازې يوه ورځ هم پاتې نه وي،خداى(ج)يې دومره اوږدوي،چې د پېغمبر له ځوځاته يو تن واکمنۍ ته ورسي. د ((رکن)) او ((مقام)) تر منځ ورسره بيعت کېږي او کوفه وال ډېر راماتېږي. شتمنۍ مساوي ويشي له ولس سره په عدالت چلېږي،قضاوت-ورمندون پاى ته رسوي او چې څوک يې و نه مني،وژل کېږي، جګړه مار ورسره خوارېږي. اسلام لکه څنګه چې دى،پلى کوى يې؛داسې چې که رسول اکرم(ص)هم ژوندى واى،هماغسې يې کول . مذاهب له منځه وړي او يوازې سوچه دين به پاتې کېږي.دښمنان يې د((اهل راى))عالمانو لارويان دي،چې په زوره به يې حکم ته غاړه ږدي؛ځکه چې له ځواکمنۍ يې ډارېږي او په ورسره څيزونو يې زړه تړلى دى.په شتون يې عام مسلمانان خوشحاله دي او عارفان او اهل حقايق د کشف او شهود له مخې ورسره بيعت کوي. الهي انسانان ورسره دي،چې بلنه مني او ملاتړ يې کوي،هغوى يې وزيران دي،چې د هېوادنيو چارو پېټى يې پر اوږو وړي)).

همدا راز وايي: ((هغه،هماغه ښاغلى او د آل محمد مهدى او هماغه پسرلنى باران دى،چې په پېرزو ورېږي،هغه تاييد شوى او مضبوط خليفه دى،چې د څارويو په خبرو پوهېږي،عدالت يې په پېريانو او انسانانو کې خپرېږي.وزيران يې عربان نه دي؛خو په عربي به خبرې کوي. د وزيرانو ساتندويان به د دوى له خپل خېله نه وي.مهدي هېڅکله د خداى له حکمه سرغړونه نه کوي،سوچه ( د خداى د دين)مرستندوى او خورا غوره امين دى.))

همدا راز د((اسعاف الراغبين))کتاب په١٣١مخ کې د((نورالابصار))په لمنليک کې راغلي: ((پوه شه،چې د مهدي په پاڅون کې شک نشته، هغه د امام علي بن ابيطالب رضى الله عنه-زوى او د رسول الله(ص)همنومى دى.مسلمانان د((رکن))او((مقام))تر منځ ورسره بيعت کوي، څېره يې د رسول اکرم په څېر ده او خوى يې د هغه څېر نه دى؛ ځکه په خوى کې هېڅوک د رسول الله(ص)سيالېداى نشي.د کوفې اوسېدونکي تر نورو يې ډېر ملاتړ کوي،شتمني يو رنګ ويشي او له ولس سره په عدالت چلېږي. خضر يې په مخ کې روان وي او پينځه يا اوه يا نهه کاله ژوند کوي.له رسول اکرم لاروي کوي او بيخي ګناه نه کوي،داسې پرښته لري،چې ټينګ يې ساتي.روم په اويا زرو مسلمانانو په تکبير ويلو سوبوي . خداى خوار شوى او (په فکر او کړنوکې) مړ شوى اسلام عزتمن او ژوند کوي.د((جزيي)) حکم جاري کوي او په ځواک د خداى لوري ته رابولى،چې څوک يې (بلنه) ونه مني وژل کېږي او چې څوک جګړه وکړي خوارېږي.حکم يې د سوچه اسلام له مخې او له ځانه له نظريې ورکولو لرې دى او په ډېرى احکامو کې له علماوو سره اړپېچ کوي؛نو له دې امله عالمان ترې خپه کېږي؛ځکه په دې ګومان دي،چې د هغوى له امامانو وروسته يې کوم مجتهد پيدا کړى نه دى))

بيا زياتوي: ((پوه شه مهدي، چې کله راپاڅي، خاص و عام مسلمانان پرې خوشحالېږي او هغه الهي انسانان لري،چې بلنه يې منلې او ملاتړ يې کوي.هغوى يې وزيران دي،چې د واکمنۍ درنې چارې تر سره کوي او خداى،چې پر مهدي څه ژمنې ايښي، وزيران يې په اړه مرستندويان دي. حضرت عيسى بن مريم عليهما السلام د دمشق د ختيځ په سپينه مناره کې پرې په داسې حال کې راکېوځي،چې په خپلو دوو ښي او کيڼو پرښتو به يې ډډه وهلي وي.د هغه په زمانه کې د دمشق په چاپېريال کې له ونې سره ((سفياني)) وژل کېږي او لښکر يې په بېديا کې ډوبېږي))

او په مشارق الانوار(١٠٤مخ،دويم څپرکي)کې هم همدا عبارت راغلى دى.

همداراز قاضي حسين بن محمدبن حسن د پاربکري مالکي(٩٦٦س مړ)په خپل کتاب ((تاريخ الخميس)) دويم ټوک٣٢١مخ کې دا مطلب په لنډو او په الفاظو کې(پر څه)اړپېچ راوړى دى.

٣-شيخ کمال الدين ابوسالم محمد بن طلحه حلبي شافعي (٦٥٢يا٦٥٤س مړ) په خپل کتاب ((مطالب السول)) (د ايران د١٢٨٧س چاپ،٨٨مخ) کې ليکي: ((دولس باب د ابوالقاسم محمدبن الحسن الخالص بن علي المتوکل بن محمد القانع بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدالباقر بن علي زين العابدين بن الحسين(الشهيد)بن علي المرتضى اميرالمؤمنين بن ابيطالب په اړه دى،هماغه مهدي (چې) د خلف حجت او صالح منتظر دى،چې د خداى اسلام،رحمت او برکتونه دې پرې وي))

بيا يې دا بيتونه راوړي دي،چې پښتو مفهوم يې دا دى:

((په رښتيا،چې دا د خلف حجت خداى تاييد کړى دى او موږ ته يې د حق کړنلار ښووولې او نېکۍ يې ورکړي دي.

او په عزتمنې کورنۍ کې يې د درناوي وړ ګرځولى دى او د لورنې په سترو جامو کې يې رانغاړلى دى.

او رسول اکرم يوه خبره کړې،چې موږ روايت کړې ده.

او که عالم د رسول اکرم(ص)د خبرې پر مانا پوه شي؛نو مومي،چې د((مهدي))په اړه رارسېدلي روايتونه يوازې پر همدې مسمى تطبېقېږي،چې د هغه تړاو،ځانګړنې او نوم اخستل يې په ډاګه ويلي دي.

او د پېغمبراکرم دا وينا((چې له موږه دى،زما د بدن د ټوټې؛له زهرا دى)) د مهدي د څېرې او مقام د پېژندو لپاره بسيا دي.

او تېرې بېلګې،چې مې وويلې؛نو هېڅوک به ورته و نه رسي؛نو که ووايي: ((هغه مهدي دى))نو د خپلې خبرې به پوروړى شوى نه وي))

تر شعر وروسته وايي:د نبوت له اصيلو جوړو يې ځان موړ کړى او له پاتې جامو نه يې څښلي او د هغوى له ځوښا يې ځان خړوب کړى دى او شريعت پرې پاى ته رسېدلى دى،په خورا غوره نسب پورې تړاو لري او د ښيون(هدايت)مېوه يې له هماغه کانه راخستې ده.

هو،هغه د پاکلمنې زوکړى دى،هماغه چې د رسول اکرم د بدن ټوټه ده او رسالت يې بنسټ دى؛هغه بنسټ،چې د عناصرو او اصولو اشرف دى.

زوکړه يې په ((سر من راى)) (سامرا) پر(٢٥٨س)د رمضان پر٢٣مه وه او پلار يې((الحسن الخالص))او مور يې((ام ولد))،چې له نومو يې((صيقل))او((حکيمه))وو.

خو خپل نوم يې((محمد)) کنيه يې((ابوالقاسم))او القاب يې ورته ((حجت)،((صالح خلف))او((منتظر))ويل شوي دي.بيا هماغه احاديث راوړي،چې موږ راوړي او جوتوي،چې هغه هماغه ((موعود منتظر مهدي)) دى.

په پاى کې د حضرت((مهدي))د غيبت او اوږد عمر په اړه،چې څه نيوکې شوي،ځواب يې ورکړى دى.

٤-شيخ شمس الدين يوسف بن قزاعلي حنفي بن عبدالله په سبط ابن الجوزي مشهور(٦٥٤ي مړ)په خپل کتاب تذکرة خواص الائمه(٨٨مخ د ايران چاپ د١٢٨٧س لومړى چاپ)د حسن بن على بن محمدبن علي بن موسى بن جعفربن محمدبن علي بن الحسين بن علي بن ابيطالب په څپرکي کې ليکي:

((مور يې ام ولد وه،چې په ((سوسن)) هم يادېده او کنيه يې ابومحمد او عسکري هم ويل شوې ده. حضرت پر٢٣١س په ((سرمن راى))کې زيږدېدلى او پر٢٦٠س د معتمد عباسي خلافت پر مهال په نهه ويشت کلنۍ کې مړ شوى دى.

بيا وايې: ((او له اولادونو يې يو ((محمد))امام دى…هغه محمدبن حسن بن علي بن محمد…بن علي ابيطالب دى.کنيه يې ابوعبدالله او ابوالقاسم دى،هغه د خلف حجت،صاحب الزمان،قائم منتظر او وروستى امام دى)).

زياتوي:عبدالعزيز بن محمود بن بزاز له ابن عمره روايت کوى،چې رسول اکرم وويل: ((په وروستي وخت به زما له اولادې يو راپاڅي،چې نوم يې زما نوم او کنيه يې زما کنيه ده او ځمکه له عدله ډکوي؛ لکه چې له تيري ډکه شوې ده او هغه مهدي دى))

سبط ابن الجوزي وايي: ((دا يو مشهور حديث دى او ابوداود او زهري له علي(ک)روايت کړى دى))

زياتوي : ((هغه ته ذوالاسمعين وايي: او محمد او ابوالقاسم.ويلي يې دي،مور يې ام ولد،چې په صيقل هم يادېده)).

٥-شيخ ابوعبدالله محمدبن يوسف بن محمد قرشي ګنجي شافعي (٦٥٨س مړ)په خپل کتاب[البيان فى اخبار صاحب الزمان ٢٥باب،٣٣٦مخ]کې جوتوي،چې د مهدي عليه السلام پايښت شونى دى،وايي: ((مهدي د حسن عسکري زوى دى او د غيبت له پيله تر اوسه ژوند،شته او پاتې دى)).همدا مطلب په ينابيع المودة(٤٧١مخ)کې هم راغلى دى.

امام بخاري په خپل صحيح (٣/٣٥٧د١٣٧٢س د هند چاپ)له حضرت ابوهريره(رض)روايت کوي،چې رسول اکرم وويل:

((څرنګه به وي،چې عيسى بن مريم په تاسې کې راکوز شي او امام مو خپل وي؟))

همدا حديث ابن ماجه په خپلو سننو(٢/٢٦٧مخ)کې د امام بخاري په همدې عبارت راوړى دى.

په الحاوي للفتاوي (٢/١٦٧)کې راوړي دي،چې ابوداود او ابن ماجه په خپلو اسنادو له ((ابوامامه باهلي))روايت کړى،چې رسول اکرم وويل: ((رسول الله راته وينا وکړه او له ((دجال))او کړنو يې خبر کړو))

تر دې چې وايي: ((او امام يې صالح نارينه دى، چې کله د ګهيځ لمانځه ته ځي،ناڅاپه عيسى بن مريم راکېوځي او هغه امام د ګهيځ پر لمانځه ولاړ وي،چې شاته کېږي،چې عيسى بن مريم رامخې ته شي او د لمانځه امامت وکړي؛نو دلته عيسى خپل لاس د هغه پر وليو ږدي او وايي: ((مخکې ولاړ شه او لمونځ ورکړه،چې تاته اقامه شوى دى)) او امام يې له هغوى سره لمونځ کوي.))

را وروسته حديث د((الملاحم و الفتن))[لومړى ټوک، ١٨٦باب ،  ٥٤مخ ] ليکوال د ابونعيم له((فتن))کتابه او ده دا حديث له ابوامامه باهلي روايت کړى دى،چې وايي: ((رسول اکرم د د جالو په اړه وينا وکړه)) ام شريک وويل: ((رسول الله!نو مسلمانان به پر هغه ورځ چېرې وي؟)) ويې ويل: ((دجال په بيت المقدس کې راوځي او هغه ځاى محاصره او را ايساروي او پر هغه ورځ د مسلمانانو امام يو صالح نارينه دى . ورته ويل کېږي : د ګهيځ لمونځ وکړه او چې تکبير ووايي او هغه لمانځه ته مخکې شي؛نو عيسى بن مريم له آسمانه راکوزېږي او چې کله دا امام هغه وپېژني؛نو پر لمانځه ولاړ،شاته کېږي،چې عيسى بن مريم رامخې ته شي؛نو عيسى پر وليو يې لاس ږدي او ورته وايي: ((لمونځ وکړه،چې درته اقامه شوى دى)) او عيسى ورپسې لمونځ کوي.))

او په مشارق الانوار(٢/٣٢٢)کې وايي:

((عيسى د هغه[امام مهدي]په زمانه کې د دمشق د ختيځ پر سپينه مناره د شپې په وروستيو کې راکېوځي او مهدي راځي او ورسره پاتې کېږي او ګهيځ مهال خلک ترې د لمانځه د امامت هيله کوي؛خو هغه ډډه کوي او وايي: ((امام مو خپل دى)) او مهدي د دې امت او د پېغمبر د کرامت له امله يې پر عيسى مخکې کېږي))

له دې حديثه او بېلګو يې راڅرګندېږي،چې حضرت عيسى(ع)په مهدي عليه السلام پسې د لمونځ کولو ته اوږد مهاله ژوندى پاتې کېږي؛نو ځکه د امام مهدي ژوندي پاتې کېدل څه لرې چار نه دى؛لکه څنګه چې عيسى(ع)ژوندى پاتې کېږي.پېغمبراکرم ويلي: ((چې څه تېرو امتونو کې پېښ شوي دى،زما په امت کې به هم پېښ شي))؛نو لکه څنګه چې عيسى(ع)له تېرو امتونو ژوندى پاتې دى،امام مهدي هم ژوندى او پاتې دى.

مسلمانانو ته د((خضر او الياس))عليهماالسلام ژوندي پاتې کېدل ثابت دي او لکه څنګه چې خداى تعالى خضر(ع)ته اوږد عمر ورکړى؛نو غوښتي يې دي،چې امام مهدي(ع)هم ژوندى وي او پاتې شي؛ځکه چې د ځمکې پر مخ د خداى حجت دى او که نه وي ځمکه پر خپل ځاى نه پاتې کېږي؛نو ځکه د ځمکې پايښت د هغه دشتون له امله دى.

په تذکرة خواص الائمه(٣٧٦مخ،د نجف چاپ)کې له سدى روايت دى چې:

((مهدي له عيسى بن مريم سره يو ځاى وي او چې د لمانځه وخت شي؛نو مهدي،عيسى ته وايي: ((مخکې شه)).عيسى وايي: ((ته دې لمانځه ته وړ يې او عيسى ورپسې درېږي))

بيا له خپل نظره په هغو دلايلو لګيا کېږي،چې حضرت عيسى(ع)په امام مهدي پسې لمونځ وکړ او ورپسې خبره ډېر اوږد عمروته غځوي او د امام مهدي د ژونديتوب او پايښت خبره پياوړې کوي او وايي،چې تر اسلام مخکې د دې چار بېلګې هم وې.

ګنجي شافعي په کناية الطالب (٣١٢مخ)کې وايي:

((د ابومحمد حسن عسکرى زوى تر هغه وروسته امام دى. دا (امام حسن عسکري)پر ٢٣٢س په ربيع الاول کې په مدينه کې دنيا ته راغى او پر٢٦٠س د ربيع الاول پر اتمه پر٢٨کلنۍ کې ومړ او په سامرا کې د خپل پلار امام هادي سره په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو او زوى يې منتظر امام ځايناستى شو))

ورپسې وايي: ((ډېر ژر به يې ژوند ليک وکاږم)) وروسته يې د((البيان فى اخبار صاحب الزمان))کتاب و کښله،چې چاپ شوى هم دى.))

جلال الدين محمدبلخي په ((مولوى)) مشهور[٦٧٢س مړ]د شيخ سليمان قندوزي حنفي (ينابيع المودة٤٧٣مخ)د اهل بيتو او امام مهدي په باب شعرونه ويلي دي.

شيخ کامل صلاح الدين صفدي (٧٦٤س مړ)په ((شرح الدائره))کې کاږي: ((موعود مهدي له دولس ګونو امامانو،هماغه (وروستى)امام دى،چې لومړى يې زموږ ښاغلى علي او وروستى يې مهدي(رضى الله عنهم و نفعناالله بهم)دى))

شيخ ابوعبدالله اسعد بن علي بن سليمان عفيف الدين يافعي يمني شافعي (٧٦٨س مړ)پخپل کتاب ((مرآة الجنان))(دويم ټوک، ١٠٧ او ١٧٢مخونه، د١٣٢٨س د حيدرآباد چاپ)کې ليکي: ((پر٢٦٠س شريف عسکري ابومحمدحسن[بن علي بن محمدبن علي بن موسى الرضابن جعفرصادق]د اماميه شيعه و د ګروهنې له مخې له دولس ګونو امامانو،يو امام ومړ،هغه د منتظر[امام]پلار د سرداب خاوند دى، چې په عسکري پېژندل کېږي او پلار يې هم په همدې نوم پېژندل کېده.هغه د جمعې پر ورځ د ربيع الاول پر شپږمه ومړ-ځينو اتم او ځينو نورې ورځې ښوولي دي-او په سامرا کې د خپل پلار تر څنګ خاوروته وسپارل شو))

علامه سيد علي بن شهاب الدين همداني شافعي(٧٨٦س مړ)په خپل کتاب((مودة القربى في المودة العاشره))کې د امام مهدي د شتون په اړه ډېر احايث راوړي،چې په وروستي وخت کې به راښکاره کېږي او ځمکه به له عدله ډکوي؛ لکه چې له ظلمه تر خولې راغلې ده.

شمس الدين ابوعبدالله محمدبن احمدذهبي شافعي(٨٠٤س مړ) په خپل کتاب (دُوَل الاسلام١/١٢٢ د١٣٣٧س کال حيدرآباد چاپ) کې کاږي: ((امام مهدي د امام حسن عسکري له اولاده دى،هغه ژوندى پاتې کېږي،چې خداى ورته د پاڅون اجازه ورکړي او ځمکه به له قسط و عدله ډکه کړي؛لکه چې له ظلم او ځورونې ډکه شوې ده))

شيخ جمال الدين احمد بن حسين بن علي بن مهنا(٨٢٨س مړ)په خپل کتاب((عمدة الطالب))[د نجف د١٣٢٣س چاپ، ١٨٦ او ١٨٨مخونه]کې کاږي :

((خو[امام]علي هادي،چې د سامرا په پوځي غونډ کې د اوسېدانې له امله په ((عسکري)) مشهور شوى و،مور يې ام ولد د اخلاقي ښو ځانګړنو او ذکاوت خاونده وه. متوکل هغه سامرا ته بوت،هلته و،چې مسموم او ورپسې شهيد شو. دوه اولادونه يې درلودل،چې يو يې امام ابومحمدحسن عسکري دى،چې په زهد او پوهه کې د سترې مرتبې خاوند و،هغه د امام محمدمهدي پلار د اماميه شيعه و دولسم امام دى او پر وړاندې يې هماغه قائم منتظر دى،چې د نرګس په نامه ام ولده دې دنيا ته راغلى دى.

شيخ شهاب الدين دولت آبادي (٨٤٩س مړ) په تفسير او مناقبو کې ډېر تاليفات لري،چې يو يې((هداية السعداء))دى،چې پکې يې د امام حسن عسکري د زوى امام مهدي په اړه احاديث راوړي،چې امام مهدي،له نظرونو پټ شوى او د اوږد عمر خاوند دى؛لکه چې نور مؤمنان عيسى،الياس او حضر(عليهم السلام) اوږد عمرونه لري او له کفارو هم دجال،شيطان او سامري.

شيخ علي بن محمدبن احمد مالکي مکي،په ابن صباع مشهور (٨٥٥س مړ)په خپل کتاب[((الفصول المهمة))،دولسم باب،٢٧٣ او٢٧٤مخونه] کې د امام مهدي د ژوند په باب څرګندونې کړي،د زوکړې وخت او د مور (نرګس) نوم يې راوړى دى: ((ابوالقاسم محمدالحجة بن الحسن الخالصي په سامرا کې په نيمه شپه د شعبان پر پينځلسمه پر ٢٥٥س وزېږېد او د پلار او مور له اړخ يې نسب دا دى:ابوالقاسم محمدالحجه بن الحسن الخالصي بن علي الهادي بن محمدالجواد بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدباقر بن علي (زين العابدي) بن الحسين بن علي بن ابيطالب او مور يې د نرګس په نامه ام ولدې وه،چې خورا غوره وينځه وه او ويل کېږي،چې نور نومونه يې هم درلودل؛کنيه يې ابوالقاسم او لقب يې حجت،مهدي،خلف،منتظر قائم او صاحب الزمان دى او ښه مشهور يې مهدي دى.

ځانګړنې يې دا دي : په قد کې برابر ځوان، ښکلى، ويښان به يې پر اوږو پراته وي،پوزه يې لوړه او تندى يې پراخه او نوراني دى،کارمند يې محمدبن عثمان دى او د معتمد همعمرى دى))

حديث پوهانو په ښکاره پورته کومې ځانګړنې، چې ابن صباع راوړي،دا يې نيکه ((محمد رسول الله)) ښوولي دي.

ابن صباع زياتوي: ((له هغو عالمانو،چې د امام مهدي د حالاتو په باب کتابونه کښلي،يو هم شيخ جمال الدين ابوعبدالله محمدبن ابراهيم په نعماني مشهور دى،چې د امام مهدي د غيبت او اوږد غيبت په اړه يې کتاب کښلى دى.))

همدا راز زياتوي: ((حافظ ابونعيم د امام مهدي په اړه څلوېښت ځانګړي احايث راټول کړي دي او شيخ ابوعبدالله محمدبن يوسف ګنجي شافعي يې په اړه د ((البيان فى الخبار صاحب الزمان)) کتاب کښلى دى.

د افغانستان ستر عالم او مشهور شاعر شيخ نورالدين عبدالرحمن بن احمدبن قوام الدين په جامي شافعي مشهور (٨٩٨س مړ،او زيارت يې په هرات کې دى) په خپل کتاب ((شواهد النبوه)) کې د دولسم امام،د امام مهدي په اړه خبرې کړي او د هغه حالات او کرامات يې بيان کړي دي او ليکي: ((هغه به ځمکه له قسط و عدله ډکه کړي)).

بيا يې د زوکړې داستان د امام مهدي له ترور حکيمې او نورو راخلي،چې کله امام وزېږېد؛نو پر ځنګنو کېناست او د شهادت  ګوته اسمان ته ونيوه او پرنجى يې وکړ او ويې ويل: ((الحمدلِلِه رب العالمين)).

همدا راز جامي په هغو وګړيو لګيا شوى،چې امام مهدي يې ليدلى دى او د هغه چا يادونه هم کوي،چې له امام حسن عسکري دي ، د ځايناستي په اړه پوښتلي او وايي: ((امام کور ته راننووت او بهر شو او څوارلسمې سپوږمۍ په څېر درې کلن ماشوم ورسره و او وښتونکي ته يې وويل:که الهي ارزښت دې نه واى،دا زوى مې نه درښووه،چې نوم يې د رسول الله (ص) او کنيه يې هم!هغه به ځمکه له عدله ډکوي؛ لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې ده.))

همدا راز د هغه چا کيسه راخلي چې: ((امام حسن عسکري ته تلل او تر هغه وروسته د ځايناستي په اړه يې پوښتي او امام ورته وايي: ((پرده راکاږه،چې يې وکاږله؛نو امام مهدي يې وليد))

همداراز هغه کيسه هم راخلي: ((معتمد عباسي يا معتمندعباسي د امام مهدي د نيولو لپاره يوه ډله د امام حسن عسکري کور ته استوي؛ خو له ډله هغه نو مومي او سرداب ته ننووتل او هغه د سرداب په وروسته کې له اوبو ډک،د اوبو پر مخ ويني او چې غواړي و يې نيسي،په اوبو کې ډوبېږي او نيواى يې نشي . عباسي چارواکى يې له پېښې خبر کړ هغه ورته وايې،چې څه مو ليکلي پټ يې کړئ او وايي:که دا حال مو چاته ووايه؛نو وژنم مو هغوى هم دا پېښه د خليفه تر ژونده پټوي.))

شيخ عبدالوهاب بن احمدبن علي شعراني (٩٧٣يل٩٦٠س مړ) په خپل کتاب ((اليواقيت و الجواهر)) [١٤٥مخ،د١٣٠٧س د مصر چاپ] کې ليکي: ((پينځه شپېتم بحث د دې په بيان کې،چې سپېڅلي شارع د قيامت له ټولو شرطونو خبر ورکړى،چې ټول حق دي او بايد د قيامت تر راتلو مخکې پېښ شي،چې له دې د مهدي (ع) پاڅون هم دى، هغه د امام حسن عسکري له زامنو دى،چې د ٢٥٥س د شعبان په نيمايي کې دنيا ته راغلى دى او تر هغې به ژوندى وي،چې له عيسى بن مريم سره يوځاى شي او عمر يې تر اوسه،چې کال ٩٨٥س دى،٧٦٦ کاله دى))

شعراني زياتوي: ((دا پېښه، چې له شيخ حسن عراقي سره وم، راته وويله (شيخ په مصر کې ښخ دى) چې ورسره وم او زموږ شيخ ((سيد على الخواص)) هم ورسره ومنله))

شهاب الدين احمد بن حجر هيثمي شافعي د مکې هستوګن (٩٩٣س مړ) په خپل کتاب ((الصواعق المحرقه)) [١٢٧مخ،د ١٣٠٨ س  د مصر چاپ] کې د دولس ګونو امامانو د حالاتو په شرح کې ليکي:

((ابومحمدحسن خالصي پر ٢٣٢س دنيا ته راغلى،چې له مشهورو کراماتو يې په سامرا کې د استسقا داستان دى . دا د يوه نصراني عالم داستان دى،چې د ځينو پېغمبرانو هډوکي ورسره ول،چې بهر به يې راوړل،باران ورېده او چې پټول يې؛نو باران درېده او امام پرې پوه شو او هډوکي يې ترې واخستل او چې راهب څومره دعا وکړه باران و نه ورېده او خلکو له اشتباه راووتل او د مسيحي ملا په چل پوه شو))

زياتوي: ((امام حسن عسکري په سامرا کې تر مړينې عزتمن او د درناوي وړ و او د خپل پلار (علي الهادي) تر څنګ ښخ شو او ٢٨ کلن و)) همدا راز وايي: ((هغه يوازې يو زوى پرېښود او هغه ابوالقاسم حجت و او د پلار د مړيني پر مهال پينځه کلن و،چې خداى پرې حکمت ولوراوه . هغه قايم او منتظر نومېږي او ويل کېږي، چې پټ شوى او معلوم نه دى،چې چېرې تللى دى)) .

شيخ عبدالله بن محمدعامرشبراوي شافعي (١١٥٤ س مړ) په خپل کتاب ((الاتحاف بِحُب الاشراف))[١٧٨مخ،د ١٣١٦ س د مصر چاپ] کې کاږي: ((يولسم امام،حسن خالصي په عسکري مقلب دى، چې پر ٢٣٢س د ربيع الاول پر اتمه په ٢٨ کلنۍ کې ومړ . په شرافت کې يې همدومره بس دى،چې امام مهدي منتظر يې زوى دى. د امام عسکري مړينه په سامرا کې وه او قبر يې د خپل پلار تر څنګ دى او تر ځان وروسته يې دولسم امام ځايناستى کړ؛ابوالقاسم محمد، حجت، امام زاده،امام،چې پر ٢٥٥ س د شعبان په نيمايي کې د خپل پلار تر مړينې پينځه کاله مخکې دنيا ته راغى او داچې سخت پېر و او له عباسي خلفاوو ډار و؛نو پلار يې زوکړه پټه ساتله؛ځکه هاشميان د واکمنو تر تعقيب او څارنې لاندې ول؛هغوى يې بنديان او وژل او له منځه يې وړل؛ځکه هغوى د رسول اکرم له احاديثو پوهېدلي ول،چې امام مهدي د ظالمانو واکمني له منځه وړي . امام محمد،حجت او په مهدي،قائم،منتظر،صالح خلف او صاحب الزمان ملقب دى،چې خورا مشهور يې مهدي دى.

نو ځکه شيعه وايي: ((دا هماغه دى،چې سم روايتونه يې په وروستي وخت کې په اړه خبر ورکوي او اوس هم شته د مهدي د نسب لړۍ،چې دا ده:محمدحجت بن الحسن الخالصي بن علي الهادي بن محمدالجواد بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدالباقر بن زين العابدين بن امام الحسين (د امام حسن ورور) بن اسدالله غالب علي بن ابيطالب رضى الله عنهم اجمعين))

شيخ حسن عراقي (د مصر په کُرم الرئيس کې ښخ دى) د امام مهدي پر شتون منښته کوي او وايي: ((امام يې ليدلى دى)) شعراني په لواقح الانوار فى طبقات الاخبار (دويم ټوک،د مصر ١٣٠٥س چاپ) کې کاږي: ((شيخ حسن عرقي د خپلې ګرځېدنې (سياحت) په ترڅ کې له امام مهدي سره ليده کاته کړي دي او عمر يې ترې پوښتل شوى او ځواب يې اورېدلى،چې ((زويه ! عمر مې همدا اوس ٦٢٠ کاله دى)) شعراني وايي: ((دا مې خپل استاد علي الخواص ته وويل،چې د مهدي-رضى الله عنه-له عمر سره يې توافق وښود . ))

د امام مهدي د عمر په اړه وايو چې:

قرآن مجيد (عنکبوت/١٤) د حضرت نوح عليه السلام د عمر په اړه وايي: ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ =او په رښتيا موږ نوح د هغه قوم ته [په رسالت] ولېږه؛نوح د هغوى په منځ کې نهه سوه او پنځوس كاله تېر کړل؛خو په پاى كې (د خپل ظلم له امله) توپان او نېز لاندې کړل،حال دا چې دوى [مشرک] ظالمان ول . ))

نوح (ع) تر توپان او بېړۍ راوتو وروسته،هم درې سوه او پينځوس کاله عمر وکړ؛نو ځکه ټول عمر يې ديارلس سوه کاله کېږي،حال داچې همدا اوس د حضرت امام مهدي (ع) عمر تر ١٢٠٠ کالو لږ دى او د حضرت خضر (ع) عمر تر دې ډېر دى ؛پر شيعه و سربېره د اهل سنتو يو شمېر عالمان هم دا استدلال مطرحوي .

مشرپوهنه

خوشال بابا وايي :

د امت يې برګزين دي اثناعـــــــــشر

په بزرګۍ دهمه  جهان مخــدوم دي[847]

                                                    

د واقعياتو څېړنه او بيا پېژندنه

په ټولو څېزونو کې موخې ته د ورسېدو او د بريا آريز شرط، آګاهي او پېژندنه و. پېژندنه انسان په پټو سترګو له تګه، بې لارويو او ښوييدو ژغوري، سمه لار ورښيي او په ټينګو ګامونو يې موخې ته رسوي.

د پېژندنې مساله، لکه د هغې بلې ډيوې ده چې يو تن په تپه تياره او کنډو کپر بيديا کې روان وي او ناوونه، درې، غرونه، لوړې ژورې، اغزي، ډنډونه او څاګانې يې په لار کې وي؛خو که دا ډيوه ورسره نه وي؛نو خپل مطلب ته نشي رسېدلاى.

بشريت په تېره بيا مسلمانانو له ناپوهۍ خوار ګوذارونه خوړلي او همدا اوس يې هم خوري،څومره ډېر انسانان شته چې د ناپوهۍ له امله په ګروهیزې-عقيدتي بې لارۍ کې پراته  دي او کړنې يې انحرافي او پایله يې بدمرغي ده. د ناپوهۍ له امله ډېر انسانان د ښکيلاک، استبداد، زبېښاک په جالونو کې راګېر دي او په دې لار کې څومره عالي انساني امتيازات له لاسه وتلي دي.

هر څوک پېژنه په يو ډول مانا کوي؛خو هر اړخېزه مانا يې دا ده چې: واقعيتونه لکه چې څنګه دي،ويې پېژنو او دا پېژنه ډېرى په مطالعې، څېړنې، ژوند،فکر کولو،عمل، تجربې او اخلاص ترلاسه کېږي.له خدايه د پېغمبر غوښتنه، د قرآن په انسان ساز کتاب کې د پوهې او ليد راکړه ښوول شوې ده :

وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا(طه/۱۱۴) = (( پالونكيه ! پوهه مې  زياته كړې))

او په سنتو کې، دا دعا راغلې:

“اللهم ارنا الحقايق کما هي؛ خدايه! حقايق لکه چې څنګه دي هماغسې يې راوښيې[848]“.

کوم ملت، چې له سياسي، فرهنګي، اقتصادي، اخلاقي او نورو اړخونو له کبله يې خپل ژوند پېژندلى نه دى؛نو په اسانۍ د ښکيلاک او زبېښاک ښکار شوي او د ضد بشري ښوونځيو په لومو کې دي. امام باقر د کمال پوره درجه (چې د پيدايښت موخه ده) داسې بيانوي: “اکمال کل الکمال، التفقه فى الدين، و الصبر على النائبة و تقدير المعيشته”.[849]

پوره کمال پر ورېيو ستنو ولاړ دى، چې لومړۍ ستنه يې “دين پېژندنه” ده. د امام صادق (رح) وېنا ده: که قاضي بې له پېژندنې په حق يا باطل قضاوت- ورمندون وکړي؛ نو دوزخي دى [850].

رسول اکرم (ص) وويل:

هر څيز يو بنسټ او بيخ بنا لري او د اسلام بيخ بنا پېژندنه ده،شيطان ته يو باخبره عالم تر زرګونو عابدانو خورا خطرناک دى [851].

 ولې موږ سيد جمال الدين افغاني ډېر ستايوو؛ځکه په مسايلو کې يې پېژندګلوي درلوده او عملاً د پېژندنې له مخې د واقعيتونو په لټه کې و، د شمعې په څېر سوځېده،چې خپل چاپېريال رڼا کړي.

مصري شېخ محمد عبده په يوه ليک کې سيد جمال الدين افغاني ته ليکي: “ستا له لارې موږ خپل ځانونه وپېژندل او ته مو هم وپېژندې او ګرده نړۍ مو وپېژنده”. [852]

پام مو وي،چې څوک لوستي وي او پوهه لري؛نو دا يې دليل نشي کېداى،چې د ليد او پېژندنه څښتن به وي، موږ په خپله ټولنه کې لوستي لرو؛خو ځينو چارو (لکه لويديځ پالۍ،دروغجن غرور،ملي او ګوندي تعصبونه او استعماري فرهنګ او….) له سمې پېژندنې او ليده بې لارې کړي دي.

سمه پېژندنه؛ يعنې پرانستى اند او انسان هله د پرانستي اند خاوند کېږي، چې د ودې له لاملونو (لکه مطالعې، حقيقت ليدنې، د چاپېريال له انګړه د فکر الوت، له جاهلي دودونو شا ګرځول او له ازاد اندنې) برخمن وي او د اندیز رکود له عواملو (لکه استعماري فرهنګ، بې ځايه تقليد، پټونې، سانسور، بې ځايه مذهبي، ملي، ګوندي تعصبونو او په دروغو تېر استليو) لرې وي.

٢- د مشرۍ ونډه او پېژندل يې

د دې ليکنې چورليزه ويينه،د امت د امام او امامت سمه پېژندنه ده،چې د حق امامان د باطلو له امامانو سره علمي او عملي پرتله شوي،چې پرتله کول د پېژندنې يو لار ده، دغسې دا پېژندنه مو د نبي کريم د دې حديث له مخې ده : “چې څوک ومري؛ خو د خپلې زمانې امام يې نه وي پېژندلاى؛نو مړينه به يې د جاهليت مړينه وي” يعنې د جاهليت د زمانې د خلکو په څېر به بې معرفته او بې دينه له نړۍ تللى وي او پر تندي به يې د جاهليت تور داغ لګېدلى وي.

له دې حديثه دوه مطلبه په لاس راځي:

  • په هرې زمانې کې ټولنې ته د مشر اړتيا اولزوم.
  • د رښتينو مشرانو پېژندنه.

پايله دا چې که په ټولنه کې مشر نه وي او يا حق امام له باطل امامه ونه پېژنو؛ نو ژوند مو د جاهلي ژوند په څېر پاى ته رسي، چې د دنيا او آخرت له ننګ سره به يو رنګ وي.

پردې حديث د پوهېدو لپاره، اړین دي،چې د مشرتوب په اړه، د امام شرايط او د امام د ونډې په باب يوه لنډه څېړنه وکړو.

امامت او مشرتوب بشر ته يو خورا ستر منصب دى او له همدې امله مسووليت يې هم دروند دى، چې له ډېرو وړتياوو او عملي ثبوتونو وروسته ترلاسه کېږي.

امام صادق (رح) وويل: ابراهيم عليه السلام تر بنده ګۍ، نبوت، رسالت او دوستۍ (خليل) وروسته امامت ته ورسېد.[853]

او د بقرې سورت د ١٢٤ آيت [854] له مخې د امامت مقام يوه الهي ژمنه ده او په انسان کې د يو لړ وړتياوو تر رابرسېره کېدو وروسته ورکول کېږي او بېخي (په پراخې مانا) ظالم ته نه ورکول کېږي او د خداى له لوري ورپېرزو کېږي،چې په ګردو ظواهرو او باطنو باخبر دى؛نو امامت له الهي ځانګړو لورونو ځنې دى،چې ځانګړو وګړيو ته ورکول کېږي او زموږ له نظره امامت يا په بله وينا د امام ونډه دا ده چې:

امامت د ديني برنامو عملي کول دي،که په پراخه مانا حکومتي برنامه او د الهي حدودو پلي کول وي او هم په ظاهر او باطن کې د خلکو پالنه او تهذيبول دي.

نو ځکه زموږ په ليد کې حق امام، د خداى له لوري نصب شوى دى او تر وسې وسې په ټولو اړخونو کې د اسلام د برنامو عملي کوونکى دى.

ومو ويل: انسان تر وړتياوو وروسته دې مقام ته رسي، چې د “معصوم او “عالم په کلېمو، حق امام له باطل امام څخه جلا کولاى شو.

پايله دا چې: د پورته ليکنې له مخې او هم د “من مات ولم…حديث ته په پاملرنې موږ هله انساني او اسلامي آرماني ژوند ته رسېداى شو او د جاهليت له تپو تيارو راوتاى شو،چې د امامت د سمې مانا تر پوهېدو وروسته، خپل حق امام (معصوم او عالم) وپېژنو او ورپسې ولاړ شو.

 

من مات ولم يعرف امام زمانه ميتة جاهليه

چې څوک ومري او د خپلې زمانې امام يې پېژندلى نه وي؛ نو په جاهلي مړينه مړ شوى دى.[855]

 

د ځانګړي امام وړتيا او شرايط

عقل، وجدان او انصاف راښيي،چې په هره زمانه کې د امام او مشر [856]شتون ته اړتيا ده،چۍ د امت توکیزې- مادي او مانیزې- معنوي چارې په بېلا بېلو سياسي،اقتصادي، احکامو، ديات او….. رهبري کړي او همدغسې په داسې يوه علمي کچه کې وي،چې په ویینو او څېړنو کې پر نورو اديانو د اسلام غوراوى او حقانيت اثبات کړي او هر ډول بې بنسټه مرامونه د سول- منطق او دليل له مخې رد کړي.

د مشرتوب په مساله کې، بايد لټه وکړو، چې تر رسول اکرم وروسته څوک د مشرۍ وړ و؟ چې د پلټنې په ترڅ کې، وينو چې يوازې حضرت علي دې مقام ته مناسب و؛ځکه له علمي پلوه په ټولو اصحابو کرامو کې پوه و،چې په اړه يې رسول اکرم وايي: “انا مدنية العلم و على بابها، فمن اراد الحکمة والعلم فليا تهامن با بها؛ زه د علم ښار يم او علي يې ور دى؛نو څوک چې حکمت او علم غواړي له وره دې يې راننوځي[857]“.

“علي اقضاکم؛ علي په تاسې کې تر ټولو ښه قضاوت کوي[858]

پخپله حضرت علي وايي:

“سلوني قبل ان تفقدونى فانى اعرف بطرق السمامن طرق الارض؛ مخکې تر دې چې له تاسې ولاړ شم،ومې پوښتئ؛ځکه زه د ځمکې تر لارو د اسمانونو لارې ښې پېژنم [859]

او دويم خليفه (رض) يې په اړه وايي:

“لولا علي لهلک عمر؛ که علي نه واى،عمر هلاکېده [860]

“لا ابقانى الله لمغضلة پس فيها ابوالحسن؛ خداى مې دې پر هغه ستونزه کې نه راګېروي، چۍ ابوالحسن هلته نه وي[861]

همدغسې علي تر ټولو اصحابو مېړنۍ او په نسب او سبب کې تر ګردو، رسول اکرم (ص) ته نژدې و [862].

او بې د عمر له اړخه، په نورو ټولو اړخونو کې علي د مشرۍ جوګه و او عمر د امامت، سياسي او ديني مشرۍ په مساله کې څه دخالت نه لري او دليل مو دا دى،چۍ نبي کريم (ص) د تبوک په جګړه کې اسامه بن زيد (رض) د هغه لښکر قومندان او امير کړ،چۍ مشران اصحاب پکې وو.

تر دې مهم خو د پېغمبرۍ مقام دى،چې خداى پاک په وړکتوب کې ځينو پېغمبرانو لکه حضرت عيسى (ع) او حضرت يحيى (ع) ته ور ډالۍ کړ [863].

پايله دا چې پر نقلي دلايلو سربېره، عقل راته وايي، چې بايد د امت امام،علي وي او د مشرۍ جامې يوازې د همدې پر تن سمې دي،نو ځکه خليل بن احمد وايي: “ټول خلک علي ته اړ دي او علي تر ټولو خلکو مړه خوا دى؛نو د همدې دليل له مخې د ټولو امام دى .[864]

 

د امت اجماع

که فرضاً دا حديث سم وي،چې له رسول اکرم يې روايت کړى چې: “لاتجتمع امتى على الخطا؛ امت مې پر ناسم چار نه يو خوله کېږي [865]

 خو دغسې اجماع او يوه خوله کېدل بې د حضرت علي له امامته بل چا لکه حضرت ابوبکر (رض) ته راد بره شوې نه ده؛ځکه د هاشم کورنۍ چې پخپله حضرت علي هم پکې و، د نورو مسلمانانو په خوښه او موافقت د حضرت ابوبکر (رض) په ټاکنه کې ګډون نه درلود. [866]

او همداراز يو شمېر سترو اصحابو کرامو ورسره له بيعته ډډه وکړه.[867]

خو له حضرت ابوبکر (رض) سره تدريجي بيعت وشو او يا دا چې د تورې په زور.

د اسلام د دښمنانو پر ضد د يووالي لپاره دا چار ترسره شو (دې ته په پامنيوي، چې يو شمېر اصحاب کرامو بې له دې،چې بيعت وکړي له نړۍ ولاړل) چې دا چارې د امت د اجماع دليل کېداى نشي؛ځکه اجماع (که څه هم د مسلمانانو مشران او مخورين وي) بايد په يو وخت کې ترسره شي او که تدريجي اجماع کافي وي؛ نو د اجماع تر اثبات وړاندې چې کوم کسان مړه شوي وي؛نو بې امامه به مړه وي،چې دا خو يې د جاهليت مړينه ده، حال دا چې د مسلمانانو په اتفاق دا خبره سمه نه ده. دا ټول مسايل له عقلي پلوه وڅېړل شو.

 

د “امام نه پېژندنې” حديث څېړنه

له نقلي پلوه څېړنه: دا حديث په ديني او د شيعه په کتابونو کې راغلى چې رسول اکرم ويلي: “من مات ولم يعرف امام زمانه ميتة جاهلية، چې څوک ومري؛خو د خپلې زمانې امام يې نه وي پېژندلاى؛نو د جاهليت د زمانې په مړينه مړ شوى دى”.

دا دى وايو: که، تر رسول اکرم (ص) وروسته حضرت علي (ع) د امت امام نه وي، پايله دا کېږي،چې حضرت زهرا (رض) به دوزخۍ وي؛ځکه د خپلې زمانې امام يې نه دی پېژندلاى،تر دې چې د حضرت ابوبکر (رض) امامت يې و نه مانه؛بلکې په ډاګه يې رد کړ او اديان او تاريخ يوه خوله دي،چې په داسې حال کې له نړۍ ولاړه،چې پر حضرت ابوبکر (رض) غوسه و لکه چې په صحيح بخاري او د دينوري په “الامامة الياسته” کتاب کې راغلي دي [868].

ايا دا سمه ده،چې ووايو فاطمة الزهرا له دې امله دوزخۍ شوې چې د خپلې زمانې امام يې نه دی پېژندلاى؟ سره له دې چې د ديني او شيعه رواياتو له مخې فاطمة الزهرا د قيامت پر ورځ د خلکو شفاعت کوي [869].

او همداراز هغه کسان به هم دوزخيان وي،چې له حضرت ابوبکر (رض) سره د بيعت له پوره کېدو مخکې مړه شوي وي؛خو مسلماً دا خبره سمه نه ده؛نو پر دې حديث د حضرت ابوبکر (رض) خلافت ته مخ نشو ورکولاى؛نو دا چې د حضرت ابوبکر (رض) په زمانه کې د علي (ک) امامت جوت شو؛نو د حضرت عمر (رض) په زمانه کې هم ثابت دى،ځکه په دې وخت کې هم د حضرت علي د امامت پر خلع کوم دليل نه لرو او يو مسلمان هم نه دي ويلي،چې حضرت علي د حضرت عمر (رض) پر مهال له هغه امامته جلا شوى،چې تر رسول اکرم وروسته ورته ثابت شوى و.

دا د حديث يوه لنډ شانته څېړنه و،سره له دې چې د علي (ک) د امامت په اړه ډېر دلايل لرو.

ايا د دويم خليفه (رض) سوبې يې د غوراوي لامل دي؟

کله ويل کېږي: دويم خليفه د اسلام د عزتمنېدو لامل شوى، ښارونه او هېوادونه يې سوبه کړي،کافران او مشرکان يې اسلام ته راکاږلي،چې نور دا امتيازات نه لري.

ځواب يې دا دى چې:

لومړى: د فتوحاتو يې منکر نه يو؛خو دا موضوع يې د امامت دليل کېداى نه شي؛ځکه په لرغوني تاريخ کې د ايران،روم او د مصر د فرعونانو نومونه راغلي،چې د ښارونو تر فتحې وروسته يې هغه دين دوداوه،چې عقيده يې پرې درلوده،چې دې چار سياسي عقيدتي علت درلود،لکه چې د لرغوني ايران ځينو پاچايانو زرتشت او مجوس دين خپراوه.

دويم: د مسلمانانو زياتوالى هغه مهال د دين خدمت او اسلام ته وياړنه ده، چې د نبي کريم په ليکه کې وي او پر رښتوني اسلام يې منګولې لګولې وي، که پر عکس يې وي، نو د اسلام د وياړ او عزت لامل نه وي.

لکه هغو مسلمانانو چې د رسول اکرم بيعت اکبر (امام حسن) مسموم يا يې امام حسين شهيد کړ [870]، سره له دې چې دواړه د جنتي ځوانانو ښاغلي وو [871] يا د پېغمبر لوڼې بنديانوي، پر وړاندې یې د کربلا د شهيدانو سرونه د خلکو په مخ کې تېروي او ښار په ښار يې ګرځوي [872] نور يا دغسې ويلاى شو،چې د مسلمانانو زياتوالى د اسلام وياړنه ده؟!

له همدې کسبه په دې ښارونو او کورونو کې ځينو مسيحيانو د دې مسلمان ډولو دا کړنې رد کړې او له واقعي اسلام سره يو ځاى شول (لکه د يزيد په غونډه کې چې يو تن مسيحي مسلمان شو او….) اوس نو تر دې سرېزې وروسته وايو:

ايا دا اسلام ته وياړ دى،چې معاويه بن ابوسفيان دې والي مقرر شي او د مسلمانانو پر اوږو يې ورپېټى کړي او په قرآن کې چې امويان په “شجره ملعونه”[873] تعبر شوي ملاتړ ترې وشي او رسول اکرم يې خلافت غندلى، او اسلامي خلافت يې پر پاچاهۍ واړاوه؟!

هغه معاويه بن ابوسفيان چې د حضرت زبير بن عوام (رض) کړوسى يې په اړه وايي:

دې ته په پامنيوي،که علي (ک) تر رسول اکرم وروسته د خلافت واګې ترلاسه کړې وای؛نو فتوحات به يې خورا ډېر وو او فتح شوي ښارونه به يې د رښتوني اسلام پر لور رهبري کول او بيت المال به يې پکې يو رنګ ويشه لکه چې د حضراتو طلحه او زبير (رضي الله عنها) او نورو په باب راغلي،چې دوى ته يې له بيت الماله د بېوزلو هومره برخه ورکوله[874] .

 او د اسلام واقعي چارې يې ورښوولې او د علم ورونه يې ورپرانستل؛ځکه هغه خو د نبوي علم د ښار ور او تل يې د کوفې پر منبر ويل: “مخکې تر دې، چې له تاسې ولاړ شم، ومې پوښتئ؟ چې زه د ځمکې تر لارو د اسمانونو لارې ښه پېژنم[875]

ځينو مستشرقينو ويلي: “که د علي پر مهال واى، نو د دې زمانې د نويو پېچليو علومو،نجوم،طبعيت او… په اړه مو پوښته او د دې پوښتنو له مخې، موږ خپلې علمي څېړنې د تمدن تر لوړو څوکو رسولې”.

خو تاسف چې د علمي دقيقو پوښتنو پر ځاى ترې يو پوښتي چې: “راته ووايه، چې د سر ويښان مې څومره دي؟[876]

د حضرت علي (ک) د خلافت پر مهال د اختلاف جرړه که وپوښتل شي: که علي د چارو واګې ترلاسه کړې واى؛نو فتوحات ډېرېدل؛خو ولې د خپل ظاهري خلافت پر مهال دغسې سوبې نه درلودې؛بلکې تر درېيو خلفاوو وروسته، د هغه په زمانه کې اختلافات او ګډوډي څو ګرايه شوه؟

دا نیوکه حجة الاسلام غزالي په احياء العلوم کې کړې ده:

شيعه (د دولس ګونو امامانو لارويان) وايي: له ديني او دنيوي پلوه د ژوند په ټولو اړخونو کې د عمومي مشرۍ ترمنځ  يې همغږۍ او يووالى ته امامت وايي،حال دا چې د علي په خلافت کې دا ټولې ګډوډۍ او اختلافات رامنځ ته شول؟!

ځواب: پوښتو، د اختلاف جرړه د رښتوني اسلام د پلويانو له لوري و يا د زر، زور او ځاني غوښتنو د پلويان له خوا؟

په څېړنه کې مومو،چې د اختلاف پېل خو ام المؤمنين عايشې، طلحه او زبير (رضى الله عنهم) وو،چې د جمل جګړه يې ونښلوله،حال دا چې خداى د پېغمبر مېرمنو ته (احزاب: ٣٣ آيت) وايي:

“وقرن فى بيوتکن؛  په خپلو کورونو کې مشتې شئ”.

او سره له دې چې نبي کريم (ص) عايشه بي بي خبره کړې و،چې له مدينې وتل یې بې لاريتوب دى،چې په دې لار کې به د “حوئب” سپي پرې وغپي. [877]

او د طلحه او زبير (رضى الله عنها) په اړه وايو،چې دوى خو له علي (ک) سره بيعت کړى و او ورته لازم نه وو،چې عادل امام يې پرېښى واى [878] له همدې امله په جمل جګړه کې زبير (رض) د غفلت له خوبه راويښ شو او له جګړې لاس په سر شو. نو ځکه د علي (ک) خلافت د اختلاف لامل نه و؛ بلکې بنسټيريز لامل يې ځاني غوښتنې او واکمنۍ ته رسېدل وو،ځکه د پېغمبرانو په تاريخ کې هم ډېر ځل ليدل شوي،چې يو شمېر د اختلاف لامل شوي،سره له دې چې د پېغمبرانو بلنه يې منلې و؛خو ځاني غوښتنې،هوى او هوس يې د کار ګوډولو لامل شول؛نو ايا سمه ده،چې دا ډول اختلافات په پېغمبرانو پرې وکړو؟! نه!

که پېغمبران د اختلافاتو جرړه وبولو؛نو شوني ده،چې د علي (ک) د خلافت پر مهال د اختلافاتو جرړه پخپله علي (ک) وګڼو، پېغمبران خو د اختلافاتو د هوارېدو لپاره راغلي؛ نو څنګه يې د ګډوډۍ جرړه وبولو.

په دويم پړاو کې د اختلافاتو اصلي جرړه

د علي (ک) د خلافت تر لومړي پړاو وروسته، په دويم پړاو کې معاويه بن ابو سفيان د اختلافاتو اصلي جرړه ده؛ځکه له عادل امام سره يې بيعت و نه کړ او پر ضد يې راپاڅېد،سره له دې چې له نبي کريم (ص) څخه يې د علي په اړه اورېدلي و چې:

“اللهم وال من والاه و دعاد من عاداه وانصرمن نصره و اخذل من خذله؛ خدايه!هغه درست وبوله،چې علي درست ګڼي او دښمن يې دښمن وګڼه د ملاتړي يې ملاتړ شه او چا چې ورشا کړه ته يې هم پرېږده”[879]

که ام المؤمنين عايشې (رض) او معاويه بن ابو سفيان حق ته يې غاړه ايښودې واى او د خپلې زمانې له امام سره يې جګړه نه وای کړې؛نو اختلافات نه رامنځ ته کېدل او علي (ک) ورسره د رسول اکرم په څېر چلېد او په نړۍ کې يې اسلامي ښوونې په ښه توګه عملي کولې؛خو شيطان خپله ژمنه پوره کړه:

قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ( ص/۸۲) = (ابليس) وويل: (( ستا پر عزت قسم، چې زه به هرومرو دوى ټول بې لارې كړم.

او د حضرت زهرا (رض) يو تعبير دى چې وايي:

“و اماحتنا امان من الفرقة؛ امامت مو له درز څخه “د بچېدو لامل دى” او دا تعبر مو له “بلاغات النسا” له کتابه اخستى دى.

په رښتيا که امامت او خلافت له خپل اصلي بهير اوښتى نه واى؛ نو د نبي کريم تر وفات وروسته تر ننه اختلافات نه رادبره کېدل او د “قاضي زنګنه زوري” (تشريح و محاکمه د تاريخ آل محمد د کتاب خاوند) دا خبره څومره په ځاى ده، چې وايي: “موږ اهل سنت د حدقوس بن زهير په څېر خوارج او لارويان يې غندو؛خو ولې معاويه او لارويان يې لکه عمر و عاص او نور ځانګړي ياران يې نه غندو؟حال دا چې د دواړو ترمنځ په دې اړه څه توپير نشته؛ ځکه خوارج له دې امله غندو،چې د اجماع له مخې د علي امامت رامنځ ته شو؛ خو دوى ترې ووتل او کټ مټ همدا دليل او تر دې سخت معايه او ملګرو په اړه يې هم دى”.

هو، يو توپير يې ترمنځ دى او هغه دا چې معاويه بن ابوسفيان د مسلمانانو شتمنۍ د حضرت ابوهرېره په څېر [880] وګړيو ته ورکولې چې د علي او آل علي پر ضد د دروغو روايات جوړ کړي او د ولاياتو چارې يې عمرو عاص، مغيره او د زياد بن ابيه په څېر کسانو ته ورکړې،حال دا چې د خوارجو مشر دغسې امکانات نه درلودل؛نو ځکه کوم دلايل چې د خوارجو د غندنې لپاره دي، همدا د معاويه او ملګرو لپاره يې هم دي.

پر دې سربېره د معاويه بن ابو سفيان د غندنې دلايل خورا غښتلي او پياوړي دي او هغه دا چې پر جګړې سربېره د خپلې زمانې امام يې کانځه او مسلمانانو ته يې امر کړى و،چې په ښارونو کې علي (رض) وکنځي او دا بدعت او ناوړه دود نژدې اتيا کاله په ټولو اسلامي ښارونو کې دود و [881] چې بيا د حضرت عمر بن عبدالعزيز (رحمة الله عليه) په زمانه کې لرې کړاى شو. [882]

 

د حضرت عثمان او علي (رضي الله عنها)

 او معاويه بن ابو سفيان د واکمنيو پرتلنه

د حضرت عمر (رض) په خلافت کې امويانو ته مخه پرانستل شوه،چې د ولس پر اوږو سپاره شي.حضرت عثمان (رض)چې له اموي کورنۍ ځنې دى،تر حضرت عمر (رض) وروسته خليفه شو،تاريخ يې پر بې عدالتيو او ظلمونو شاهد دى او په ډېرو رواياتو کې دلايل راغلي،چې د امامت وړتيا يې نه درلوده،چې موږ يې له راوړو تېرېږو؛خو يوازې پوښتو: که حضرت عثمان (رض) پر حق امام واى؛نو پايله دا چې ډېرى ستر اصحاب لکه: حضرت ابوذر،عمار او بن مسعود (رضى الله عنهم) به دوزخيان وي؛ځکه چې دوى يې امامت ونه مانه؛بلکې ډېرى نورو مسلمانانو هم ترې خپل بيعت واخېست او د وژنې لامل يې شو لکه: حضرت طلحه او زبير او د مدينې، مصر او نورو سيمو مسلمانان او که ووايو،چې دا ټول دوزخيان دي؛ځکه د خپلې زمانې امام يې ونه پېژانده؛نو دا خو سمه خبره نه ده؛نو ځکه د هغې زمانې واقعي امام حضرت عثمان (رض) نه و او دا هم څرګنده ده،چې پر هغه مهال بې له علي (ک) بل چا د امامت ادعا ونه کړه؛نو ځکه هغه دوزخي دى چې د علي (ک) د امامت له منلو يې سرغړونه وکړه او چا چې د حضرت علي (ک) امامت ونه پېژانده، مړينه يې د جاهليت مړينه ده.

او د حضرت عثمان (رض) تر مرګ وروسته،بې شکه پر حق امام،علي و؛ ځکه مسلمانان يې د امامت په منلو يوه خوله شول،چې د تاريخ پر شاهدئ دا اجماع د حضرت ابوبکر (رض) تر اجماع پراخه و.

نو ځکه چا چې د علي (ک) امامت ونه مانه؛نو مسلماً دوزخي و او چې چا پر امامت ونه پېژانده او ومړ؛ نو په جاهلي مړينه مړ شوى دى.

او د حضرت علي (ک) تر شهادت وروسته،معاويه بن ابو سفيان د خلکو امام نه و؛ځکه له نبي کريم او علي (ک) څخه د رارسېدلو رواياتو له مخې امام حسن (رض) اسماً د خلکو امام و،کومو مسلمانانو چې له علي (ک) سره بيعت کړى و،له امام حسن (رض) سره يې هم وکړ؛بلکې بې له معاويه او لارويانو يې نورو ټولو مسلمانانو امامت ومانه. د امامت مقام د دښمن په زور او برلاسۍ له منځه نه ځي او که په ځينو ځايونو کې د زور له مخې په ظاهره بيعت ماتونه شوي وي؛نو دا د تقيه په حالاتو پورې اړه لري او دا د پېغمبر اکرم د دې خبرې مانا ده چې :

“الحسن والحسين امامان قاما او قعدا؛ حسن او حسين دواړه امامان دي، که پاڅي او که پانڅي[883]

کله پوښتي: که معاويه د خپلې زمانې له امامه سرغړاندى شو او پخپله د علي د خلافت پر مهال د خلکو امام نه و؛خو تر شهادت وروسته يې د خلکو امام شو؛ نو اطاعت يې ځکه واجب شو چې “اولى لامر” دى؛ “اطيعوو الله و اطيعو الرسول و اولوا الامر منکم”

ځواب يې دا دى: له څو اړخونو دا يوه بې ځايه پوښتنه ده:

١- دا خبره د حسنينو په اړه د پېغمبر له پاسنۍ خبرې سره اړخ نه لګوي.

٢- قرآن ورته ځواب وايي:

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا(انسان/۲۴) = نو د خپل پالونكي د حكم (په تبليغ او عملي كولو كې) زغمناك (او ټينګ) اوسه او له هغوى د هيڅ يوه ګناهګار يا نامنندوى (كافر) خبره مۀ منه.

اوس وايو: د خپلې واکمنۍ پر مهال د معاويه بن ابو سفيان ګناهګارېدل په ډاګه دي،چې په دې اړه څوک شکمن نه دي؛ ځکه حجر بن عدى او ياران يې ووژل،خپل فاسق او شرابي زوى يزيد يې خپل ځايناستى کړ او په سلګونو نور جنايات.

د پېغمبر اکرم د خبرې [الولد للفراش و للعاهر الحجر؛ اولاد د خپل شرعي پلار مال دى او زناکار ته تيږه ده][884] پرخلاف يې زياد بن ابيه ته خپل ورور ووايه، چې د ابو سفيان زوى دى.

بل دا چې د جنتي ځوانانو يو ښاغلى امام حسن او نور لکه مالک اشتر (رض) يې مسموم کړل او ويل يې: “ان لِلِه جنوداً من عسل” [885]؛ خداى د شاتو لښکرې هم لري  او دا خبره يې هله وکړه چې په زهرو ککړو شاتو يې مالک اشتر (رض) مسموم کړ.او قرآن د معاويه د خلافت د نه سموالي په اړه وايي: لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ(بقره/۱۲۴)= ظالمانو ته مې وعده نه رسي او د معاويه ظلم د ځينو د شرک په څېر دى چې:إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ( لقمان/۱۳) = شرك سترظلم دى.

او له کتاب او سنتو چې تېر شو؛نو عقل او وجدان وايي،چې دغسې يو تن د پېغمبر ځايناستۍ ته وړ نه دى؛نو ځکه د قرآن او سنتو په څرګند نقص او د عقل له مخې د دغسې يو ګناهکار وګړي اطاعت کول روا نه دي او دا اولى الامر د اطاعت يو شرط دا دى،چې ګناهکار نه وى.

لوستونکى دې د حضرت عثمان (رض) له وخته تر “مروان حمار” پورې د امويانو ننګين تاريخ مطالعه کړي،چې بې له حضرت عمر بن عبدالعزير (رحمة الله) څخه نور ټول يې ګناهکاران دي او د “اولى الامر” په نامه يې اطاعت واجب نه دى، دغسې عباسيان هم دى.

رحمان بابا وايي:

اطاعت د اولى الامر ځکه نه کړم

خليفه د زمانې پر زړه کافر دى

تعصب څنډې ته کوو او د حضراتو عثمان او علي (رضى الله عنها) د واکمنۍ دور لنډ شانته پرتله کوو:

ګورو چې حضرت عثمان (رض) د حضرت عبدالرحمان بن عوف (رض) له هغه شرط سره مخالفت وکړ،چې د خليفه کېدو پر مهال يې ورسره کړل او شرط دا و،چې حضرت عثمان به پر کتاب الله، نبوي سنتو او د ابوبکر او عمر (رضى الله عنها) په دودونو عمل کوي [886]؛ خو ديني او شيعه تاريخپوهانو د ليکنې له مخې، نوموړي پر يو هم عمل ونه کړ؛ نو چې شرط له منځه ولاړ شي مشروط (د حضرت عثمان خلافت) هم له منځه ځي.

 

د حضرت عثمان (رض) د نادودو ځينې بېلګې

د بيت المال په وېش کې يې امويان او خپلوان پر نورو غوره کړل؛داسې چې تر نورو يې څو ګرايه ورکول،تر دې چې د خپل تره زوى مروان ته يې د افريقا د خمس له غنايمو [887] زر دنياره او درهمه او فدک يې د واده پر شپه لور ته يې ورباښه،سره له دې چې حضرت ابوبکر(رض)د رسول اکرم روايت و چې: “نحن معاشر الانبيا لا نورث ما ترکناه صدقه؛ موږ پېغمبران څه ميراث نه پرېږدو،چې څه رانه پاتې دي، ټولو ته صدقه ده[888]

حال دا چې علي (رض) خپل ورورعقيل ته د نورو تر برخې زيات څه ور نه کړل، د خپل ورور او نورو ترمنځ يې هيڅ توپېر ونه کړ؛بلکې په غبرګون کې حضرت علي د عقيل لاس ته سره کړې او سپنه ورنژدې کړه او په دې توګه عقيل يې وپوهاوه،چې دروند مسووليت ورتر غاړې دى.[889]

 دغسې د ژوند په نورو پېښو کې يې عادلانه چلندونه په سترګو کېږي.

له علي (ک) تېرېږو او په معاويه پسې ځوو،وينو چې د اسلام له قوانينو او شريعت سره ټکر يې د لمر په څېر په ډاګه دى چې مهم يې دا دي:

١- د خپلې زمانې د امام، حضرت علي (ک) له اطاعته يې سرغړونه وکړه، جګړې ته يې راووت،سره له دې چې ګردو مسلمانانو ورسره بيعت کړى و.

٢- خلافت يې پر پاچاهۍ واړو،سره له دې چې امام بايد په ټولو چارو کې په نبي کريم (ص) پسې ولاړ شي.

٣- د جنتي ځوانانو يو ښاغلى امام حسن يې مسموم کړ،سره له دې چې: د علي تر شهادت وروسته له امام حسن سره د معاويه جګړه،د زمانې د امام له اطاعته وتل و،لکه چې تاريخ ليکي مسلمانانو له امام حسن سره تر حضرت علي (ک) وروسته بيعت وکړ او خليفه شو.

٤- د مسلمانانو يو شمېر ستر مشران يې په زهرو او توره ووژل، لکه: حجر بن عدى او ياران يې [890]، مالک اشتر او محمد بن ابوبکر (رضى الله عنهم) حسن بصري (رح) وايي: معاويه څلور ځانګړنې درلودې، چې يوه يې هم هلاکت ته بس ده:

١- امت ته يې ټيټ وکتل او بې مشورې يې د خلافت چارې ترلاسه کړې، سره له دې چې په امت کې د رسول اکرم اصحاب او مخور مسلمانان وو.

٢- خپل چړچه مار،شرابي او له ټنګ ټکور سره روږدى زوى يې خپل ځایناستی کړ،چې ورېښمني جامې يې اغوستې.

٣- زياد بن ابيه يې خپل ورو کړ،سره له دې نبي کريم ويلي دي، چې اولاد د شرعي پلار مال دى او زناکار ته ډبره ده.

٤- حجر بن عدى يې وواژه، ورباندې افسوس،چې لاسونه يې د حجر او د حجر د يارانو په وينو ککړ دى [891].

د معاويه او صدر سلام د پېښو په اړه د ارواښاد ابوالاعلي مودودي د خلافت او ملوکيت پښتو ژباړه ولولئ.

نو په انصاف قضاوت وکړئ، ايا دا سمه ده،چې د معاويه بن ابو سفيان په څېر يو تن د امت امام شي،داسې که څوک ومري؛خو د هغه امامت يې پېژندلى او منلى نه وي؛ نو په جاهلي مړينه به مړ وي او دوزخ ته به ځي؟! نه.

 

 

خوشال بابا وايي :

خلافت د چــــــــار يارانو           په دېرش کاله وويــــــــارانو

بيا د پسه بادشاهي شوه          په سپېدې کې ســـــياهي شوه

اول بغى راپيدا شـــــول           څوک بادشاه څوک امر اشول[892]

 

                                                          

د نورو امامانو زمانه

تر معاويه بن ابو سفيان وروسته، يزيد امام دى که حسين عليه السلام؟

پوهېږو،چې تر ډېرو لږو پرته،نور ټول مسلمانان پر يزيد لعنت وايي. که د يزيد امامت سم واى؛نو ورباندې لعنت ويلو ته يې د جواز کوم دليل نه و او لازم و،چې ټول لعنت ويوونکي او امام حسين او ياران يې دوزخيان وي؛ ځکه د خپلې زمانې د امام (يزيد) امامت يې ونه مانه او تر يزيد وروسته ايا د خلکو امام حضرت سجاد علي بن الحسين عليه السلام دى،يا مروان بن حکم،چې رسول اکرم شړلى و او رسول اکرم (ص) ورته چونګښه د چونګښې زوى ويلى و [893] او نور مطالب يې د ده او امويانو په اړه ويلي و.

 

خوشال بابا وايي :

د امام جعفر تلميذ وو                 واړه کار د ده لذيذ وو [894]

او تر مروان وروسته، ناپاکه زامن او لمسي يې د خلکو امامان وو،يا د اهل بيتو غوره کسان؛ لکه امام باقر او امام صادق عليهما السلام!

آل مروان چې څومره فساد کولاى شو ویې کړ،ان تر دې چې “زيد بن علي بن الحسين”عليهم السلام یې وواژه او بيا يې کلونه کلونه په ونه کې راځوړند کړ، داسې چې غڼې يې په وچه شوې تنه کې ځالې وکړې [895] بيا يې وسوځاوه او ايره يې په سيند کې واچوله.

يو يې وليد بن عبدالملک دى او قرآن يې په غشيو وايشت او د غشي تر ورولو وروسته يې قرآن ته وويل :

اذ اما جئت ربک پوم حشىٍ – فقل: يارب مزقني الوليد [896]

“د قيامت پر ورځ چې خپل پالونکي ته ورغلې؛ نو ورته ووايه چې وليد څيري کړم”

هر منصف او عقلمن د دې وګړيو ترمنځ بايد عادل او پر حق امام وپېژني او حق امام له باطل امام جلا کړي.

 

د عباسيانو واکمني

تر امويانو وروسته د عباسيانو وار راورسېد، اوس وينو،چې څوک په دې زمانه کې د امت رښتونى امام و؟

ايا منصور دوانيقي د عباسيانو دويم خليفه امام و،چې پر آل محمد (ص) يې خورا ظلمونه وکړل،وېې وژل [897]، بنديان يې کړل،امام صادق به يې له مدينې څخه عراق ته راوغوښت او په سپکاوي به يې ورسره خبرې کولې،چې بيا يې والي په مدينه کې مسموم کړ او ان دومره ناځوان و،چې ابو مسلم خراساني يې هم وواژه،چې پاچاهي يې ورته ګټلې و؛نو پرتله کړئ،چې منصور د زمانې د امت امام و که  امام جعفر صادق (ع) چې د علم، فضل، تقوى او ښو ځانګړنو خاوند و؟!

د منصور په جناياتو د پوهېدو لپاره وګورئ: تتمة المنتهى: ١٦ – ٢٠٥ مخونه.

تر منصور وروسته زوى يې مهدي او د مهدي د زوى موسى عباسي وار راورسېد،چې د نڅا، شرابو او ډنګ ډونګ غونډې به يې جوړولې او په زرګونو ګناهونه يې کول او له نبوي ځوځات سره يې په ډاګه دښمني راواخېسته او ویې وژل؛نو ايا دوى د خپلې زمانې امامان دي،چې که يې ونه پېژنې؛ نو د جاهليت په مړينه کې به مړ شوى يې!

تر دوى وروسته وار عباسي خليفه هارون الرشيد ته ورسېد،چې په يوه شپه يې شپېته تنه سادات ووژل،پر زړو او ځوانو يې ونه لورېد او تنې يې ورته په څاه کې وغورځولې[898] او د اهل بيتو مشر امام موسى بن جعفر يې په بصره او بغداد کې و،يا څلور يا څوارلس کاله بند کړ او په بند کې يې ربړاوه او په پاى کې يې مسموم کړ؛نو ايا اوس پوښتم،چې امام موسى امام دى يا هارون الرشيد؟

که وپوښتل شو:چې په دې زمانو کې خو امامت په امام صادق او امام کاظم او…… پورې ځانګړى نه و،چې يوازې يې په منصور، هارون او…… سره پرتله کړو؛ بلکې احتمال يې دى،چې ابو حنيفه، مالک، احمد حنبل او شافعي د هغو زمانو امامان وي؟

په ځواب کې وايو: دوى د خپلې عقيدې له مخې په فقه او شرعي مسايلو کې امامان ول،حال دا چې د “من مات ولم يعرف امام زمانه” له حديثه په ګټنې سره، امامت په ديني او دنيوي چارو کې د مسلمانانو مشرۍ ته ويل کېږي.

تر هارون الرشيد وروسته زوى يې امين الرشيد خليفه شو؛خو مامون الرشيد ورپسې راپاڅيد او په زور يې ترې واکمني ونيوه او وېې واژه.

مامون الرشيد د حضرت علي (ک) د وړاندوينې له مخې [سادسهم اعلمهم؛ او شپږم يې تر هغوى ښه پوه دى] عالم و، ان چې د علي د خلافت په اثباتولو کې به يې د اهلسنتو له عالمانو سره مناظرې او بحثونه کول او په اړه يې ويل کېږي، چې شيعه هم و او امام رضا يې ځکه خپل وليعهد کړ،چې د امام رضا لارويان اغفال کړي؛نو پوښتم چې ايا مامون الرشيد امام دى يا حضرت رضا؟!

د امين او مامون جګړې ته په پامنيوي،امام حسن او امام حسين ورسره پرتله کوو،سره له دې چې د امام حسن د امامت دوره اوږده و او امام حسين سره له دې،چې يو مېړنى و،خو کله يې هم له خپل ورور سره د يوې کلېمې هومره مخالفت ونه کړ او تل يې تابع و.

تر مامون وروسته ورور يې معتصم خليفه شو،چې په هر ډول عياشۍ او چټلۍ کې ورډوب و، امام جواد يې وواژه؛نو ايا دا د امت امام و که امام جواد؟!

ورپسې د امام هادي او امام حسن السکري عليهما السلام د زمانو معاصرو عباسي خلفاوو وار راسي، متوکل د معتصم زوى د فساد جرړه او د علي او فاطمې سرسخت دښمن و[899] ، دنڅا غونډې یې جوړولې او په هره ناسته کې به يې پر علي ملنډې وهلې،چې په پای کې خپل زوى “منقر” ورباندې راپاڅېد او ویې واژه، فساد او بې لارېتوب يې خپل زوى ونشو زغملاى،سره له دې چې د عاطفې له مخې زوى بايد د پلار له کړنو دفاع وکړي.نو اوس پوښتنه دا ده، چې ايا متوکل امام و که امام هادي؟!

او همدا راز امام حسن عسکري له عباسي خلفاوو په تېره بيا له معتمد عباسي سره پرتله کوو چې امام يې مسموم کړ.

له دې پرتلنې او څېړنو پايله اخلو، چې د “من مات ولم يعرف امام زمانه…..” د حديث له مخې تر پېغمبر اکرم وروسته امامت يوازې اهل بيتو ته وړ دى، چې دوى دولس تنه دي،چې لومړى یې علي (ک) او وروستۍ يې امام مهدي عليه اسلام دى.

ورمندون وکړئ

د دولس ګونو امامانو د امامت په اړه له نبي کريم (ص) او علي (ک) څخه ډېر روايات راغلي او هم “خم غدير” کې نبي اکرم، علي (ک) تر ځان وروسته د مسلمانانو خليفه منسوب کړ او هم د رسول اکرم دا روايت خورا مشهور دى، چې: “الائمة من بعدى اثنا عشر” چې تر ما وروسته امامان دولس تنه دي”  چې لومړى يې علي (ک) او وروستۍ يې محمد بن الحسن العسکري (امام مهدي) دى او دا حديث بې له دوى پر نورو نه تطبيقېږي او نه په هغه زمانه کې نور داسې څوک ول، چې په دې حديث کې راونغاړل شي.

له دې ټولو چې تېر شو، پوښتو، چې هغه کوم امام دى، چې پېژندنه او د امامت منل يې لازم وي، داسې چې که مسلمانان ورسره بيعت ونه کړي او ومري؛ نو د جاهليت په مړينه به مړ وي او دوزخي به وي؟

له روايته خو په ډاګه څرګندېږي،چې په هره زمانه کې يو امام شته او د مسلمانانو چې هماغه خليفه او مشر و او په زيات شمېر سلاطينو کې يې په خطبه کې يوازې د بغداد د خليفه نوم اخسته، ان د عباسي خلافت تر راپرځېدو وروسته يې د جمعې د لمانځه په خطبه کې د عثماني خليفه نوم اخسته.

په پاى کې د مطلب د ښه څرګندولو لپاره يو مثال راوړم او پوښتم: که د چا پلار په پاکستان کې زېږېدلى او په افغانستان کې اوسېدلى وي او پخپله دا وګړى په ايران کې زېږېدلى او ورپسې د زده کړې لپاره عراق ته تللى وي او بيا په مسافرت سوريه ته ولاړ وي او هلته يې واده کړى وي او ورپسې د کار او ګټې لپاره اردن ته ولاړ شي او له هغو ځايه مصر ته ورشي او څه موده پکې تېره کړي او بيا ليبيا او ورپسې المغرب ته سفر وکړي او څه موده په الجزاير کې تېره کړي او بيا د حج په نيت د حج تر وخت ړومبى عربستان صعودي ته لاړ شي….. نو د دې سړي د زمانې امام څوک دى، چې پېژندل يې ورته واجب دي، داسې چې که يې ونه پېژني او وې نه مني او ومري؛ نو د جاهليت په مړينه به مړ وي؟

ايا امام زمان يې د پلار د ټاټوبي پاکستان ولسمشر دى يا يې د څاڅکي د انعقاد ځاى د افغانستان ولسمشر يا د ايران ولسمشر چې د خپلې زده کړې هېواد يې دى يا د عراق ولسمشر چې د زده کړې لپاره ورغلى يا د مصر ولسمشر چې واده يې پکې کړى يا د اردن پاچا چې هلته کار ته ورغلى؛يا د مصر ولسمشر چې څه موده پکې اوسېدلى يا د ليبيا جمهور رئيس يا د المغرب يا سعودي عربستان پاچا؟!!

خپل وجدان مو قاضي کړئ او هر ډول کينه او تعصب لرې کړئ، ووينئ چې د دې پوښتنې ځواب څه دى؟

يا بايد د دې زمانې ډېرى مسلمانان د دې سړي په څېر،چې دا ولسمشران او پاچايان له دې امله چې د زمانې د امام په توګه يې نه پېژني او هم يې نه مني؛ نو چې ومري په جاهليت کې به مړ شوي وي او دوزخيان به وي او يا دا چې ووايو دا حديث “من مات ولم يعرف امام زمانه……..” دروغ دى؟!!

حال دا چې (له دې مخې) نه ډېرى مسلمانان دوزخيان دي او نه حديث دروغ دى، خو د محمدي اسلام د ليد له مخې، په هره زمانه کې امام شته، چې نبي کريم راته ښوولي، چې يولس يې وفات شوي او وروستۍ يې محمد بن الحسن العسکري (عجل الله تعالى فرجه) دى، چې ژوندى او له انظارو غايب دى، چې په لر و بر کې د مسلمانانو امام دى او بدلېداى نه شي.

 

د امامت ماناوې او پړاوونه

پر امامت مو بحث دى . په شيعه وو کې د امامت مسئله خورا ارزښت لري او نورې اسلامي  ډلې ورته دومره پر ارزښت قايل نه دي او د خبرې راز په دې کې دى،چې له امامته د شيعه وو مفهوم له نورو ډلو سره توپير لري؛البته ګډ اړخونه هم لري؛خو د امامت په هکله د شيعه وو په ګروهو کې يو ځانګړى اړخ هم شته،چې له همدې اړخه امامت په کې فوق العاده ازرښت موندلى دى.

د بېلګې په توګه : موږ چې کله د شيعه مذهب له نظره د دين اصول بيانوو؛نو وايي: “توحيد”،”نبوت”،”معاد”،”عدل” او “امامت” او امامت هم ددين په اصولو کې شمېرو. اهلسنت هم پر يو ډول امامت قايل دي او له بېخه له امامته منکر نه دي؛خو امامت ته پر يوه بله بڼه قايل دي؛خو نه په دې بڼه،چې د دين اصول يې وګڼي؛بلکې د دين فروع يې ګڼي.بالاخره موږ د امامت په اړه له اهلسنتو سره اختلاف لرو؛هغوى يو ډول امامت مني او موږ بل ډول .

څنګه شيعه امامت د دين اصول ګڼي او اهلسنت يې فروع؟ علت يې هماغه دى،چې و مې ويل: پر کوم مفهوم،چې شيعه امامت ته قايل دي، له هغه مفهوم سره توپير لري،چې اهلسنتو ورته قايل دي.

 

د امام مانا

د ((امام)) د ټکي مانا ((پيشوا=مشر،مخکښ)) دى او په پارسي کې د ((پيشوا)) ټکى د ((امام)) د ټکي تحت الفظي مانا ده. پخپله د ((پيشوا=مشر،مخکښ)) او ((امام)) ټکى سپېڅلى مفهوم نه لري. پيشوا؛يعنې پيشرو؛يوه ډله يې تابع او لاروۍ ده که اوس دا پيشوا عادل او لارموندلى وي او که بې لارې وي .

 قرآن هم د امام ټکى په دواړو ځايونو کې کارولى. په يو ځاى کې وايي: ((وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ (انبياء/٧٣)=  او موږ هغوى لارښوونكي كړل، چې زموږ په امر يې (خلكوته) لار ښوونه كوله او موږ ورته د ښو چارو د کولو او لمونځ  درولو او زکات ورکولو وحې وكړه او يوازې زموږ  لمانځونكي وو.))

په بل ځاى کې وايي : ((وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يُنصَرُونَ (قصص/٤١)=   او موږ هغوى[=فرعونيان] د اور پر لور د بلنې مشران  وګرځول او د قيامت پر ورځ به ورسره هېڅ مرسته ونشي.))

يا د بېلګې په توګه فرعون ته يې د امام ټکى کارولى دى : ((يَقْدُمُ قَوْمَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَأَوْرَدَهُمُ النَّارَ وَبِئْسَ الْوِرْدُ الْمَوْرُودُ (هود/٩٨)= د قيامت پر ورځ به فرعون د خپل قوم مخكښ وي او ( د جنتي رڼو چينو پرځاى به) هغوى دوزخ ته ننباسي او څوک چې ورننوتي (؛نو ورته) څومره ناوړه ننوتون دى. ))

نو د امام ټکى د مخکښ په مانا دى؛موږ اوس له “باطل مخکښ” سره کار نه لرو او د مخکښ پر مانا به رڼا واچوو.

“مخکښي” په څو ځايو کې ده،چې په ځينو مواردو کې اهلسنت هم پر امامت قايل دي؛خو په څرنګوالي او شخص کې راسره اختلاف لري؛ خو د امامت په ځينو مفاهيمو کې له بېخه له داسې امامته انکار کوي ؛ د ټولنې د مخکښ په مانا امامت هغه امامت دى،چې اهلسنت يې هم مني؛خو په څرنګوالي،بڼه او شخص کې راسره اختلاف لري،چې په همدې تعبير او دې په ورته تعبيرونو کې د پخوانيو متکلمينو په کتابونو کې راغلي دي. “خواجه نصيرالدين طوسي” په “تجريد” کې امامت داسې تعريفوي : ((رياسة عامة))؛يعنې عمومي رياست.

 

د رسول اکرم (ص) شئون

پېغمبراکرم په هغو ځانګړنو،چې په اسلام کې وې،پخپل وخت کې يې څو دندې درلودې او څو پوسټونه يې اداره کول. د خداى له لوري يې لومړى پوسټ پېغمبري وه؛يعنې الهي احکام يې بيانول. قرآن کريم وايي:

((مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (حشر/٧)=  څه چې خداى ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته را اړوي؛نو هغه د خداى او د(هغه) د استازي او خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو او پرديسانو لپاره دي،چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې تاسې ته د (خداى) استازي راوړي دي؛ نو هغه واخلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛نو ډډه ترې وكړئ او د خداى له (مخالفته) ځان وساتئ؛ خداى سخت عذابى دى.))

يعنې پېغمبراکرم،چې کوم احکام وايي،د خداى له لوري يې وايي او له دې نظره پېغمبراکرم يوازې د هغه څه بيانوونکى دى،چې وحې يې ورته کېږي.

د پېغمبراکرم بل منصب د قضا و؛هغه د مسلمانانو قاضي و؛ځکه د اسلام له نظره قضاوت څه اسان چار نه دى،چې د دوو تنو اختلاف پيدا شو؛نو يو تن يې قاضي کېداى شي.

د اسلام له نظره قضاوت يو الهي شان دى؛ځکه پر عدل حکم کول دي او قاضي هغه دى،چې په دښمنيو او اختلافونو کې پر عدل حکم کوي.دا منصب هم د قرآن له مخې پېغمبراکرم ته ورکړ شوى و او د خداى له لوري يې حق درلود،چې د خلکو په اختلافونو کې قضاوت وکړي. دا هم يو الهي منصب دى نه عادي. پېغمبر اکرم عملاً هم قاضي و.

((فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا(نساء/٦٥) = خو داسې نه ده، پر پالونكي دې قسم،چې هغوى به تر هغه (حقيقي) ايمان را نه وړي، چې د خپلمنځي شخړو پرېکړو ته، تا پريکړه کوونكې نه کړي  او بيا دې د پرېکړو پر وړاندې ځانونه تنګ (زړي او خپه ونه مومي) او بيخي ورته غاړه كېږدي.))

 عامه رياست بل منصب دى،چې د قرآن له مخې رسماً ورکړ شوى و؛ هغه د مسلمانانو د ټولنې مشر او مدير و.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً (نساء/٥٩)= مؤمنانو! د خداى اطاعت وكړئ او د پېغمبر او د اولوالامر [=د پېغمبر وصيان ] اطاعت وكړئ  او كه ستاسې ترمنځ په كومه چاره كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره ) خداى او رسول ته مخه  وكړئ كه ( په رښتيا) پر خداى او د اخرت پر ورځ ايمان لرئ . دا (كار) تاسې ته غوره دى، عاقبت او پاى يې هم ډېره ښه ده. ))

دا چې وايو درې شانه،په اصطلاح تشريفات دي؛بلکې هغه څه چې له پېغمبراکرمه رارسېدلي،درې ډوله دي:

 يو: د پېغمبراکرم وينا يوازې  الهي وحې ده.دلته پېغمبر له ځانه هېڅ واک نه لري؛د خداى له لوري حکم راغلى،پېغمبراکرم يوازې د ابلاغ وسيله ده؛لکه په هغو ځايو کې،چې ديني احکام وايي : لمونځ وکړئ، روژه ونيسئ او….په هغه ځاى کې،چې د خلکو ترمنځ قضاوت کوي؛نو قضاوت يې وحې کېداى نشي.دوه تنه اختلاف کوي او پېغمبراکرم يې د اسلامي احکامو له مخې ترمنځ قضاوت کوي او وايي،چې حق د چا دى. دلته داسې نه ده،چې حضرت جبرائيل (ع) به د خداى له لوري وحې راوړي،چې حقوال څوک دى.که کومه استثنا وي؛هغه بېله خبره ده؛ خو په ټوليزه توګه د پېغمبر اکرم قضاوتونه د ظاهر له مخې ول؛لکه څنګه چې نور قضاوت کوي؛خو په غوره او لوړه کچه. پخپله يې ويل : ګمارل شوى يم،چې د ظاهر له مخې حکم وکړم؛يعنې يو مدعي او يو منکر پيداکېږي او د بېلګې په توګه مدعي دو عادل شاهدان لري؛نو پېغمبر اکرم د همدې شاهدانو د شاهدې له مخې قضاوت کوي او دا هغه حکم دى،چې پېغمبر ورکړى دى؛نه دا چې وحې ورته شوې ده.

په درېم شان کې هم داچې پېغمبراکرم د ټولنې مشر دى؛نو که کوم حکم کوي،بې له هغه فرمانه دى،چې خلکو ته پکې د خداى حکم اوروي. خداى ورته د داسې مشرۍ واک ورکړى دى. داځکه چې مشر دى،کار کوي؛نو احياناً سلامشوره هم کوي؛ګورو،چې پېغمبراکرم په ډېرو چارو او جګړو؛لکه بدر،احد او خندق کې له يارانو سره مشوره کوي . د خداى په حکم کې مشوره نشي کېداى.آيا کله پېغمبراکرم له يارانو سره په دې هکله مشوره کړې،چې د ماښام لمونځ داسې وکړو که هغسې؟؛بلکې کله به داسې چارې راپېښېدې،چې په هکله به يې خبرې کېدې؛نو ويل يې،چې دا چارې په ما پورې اړوند نه دي، د خداى له لوري داسې دي او بې له دې کېداى هم نشي؛نو که د کوم چار په هکله پېغمبر اکرم فرمان ورکړ،چې داسې وکړئ؛نو دا حکم  د هغه واک له مخې دى،چې خداى ورکړى دى او که په کوم ځانګړي چار کې وحې شوې وي؛نو دا استثناء ده او استثنايي اړخ لري؛نه دا چې د ټولنې د مشر په نامه په هر چار کې ورته وحې کېده،چې دلته داسې وکړه او هلته هغسې او په داسې چارو کې هم پېغمبراکرم يوازې پيغام رسوونکى وي .

 

د ټولنې د مشرۍ په مانا د امامت مانا

په لومړۍ مانا امامت د “عامه رياست” په مانا دى؛يعنې پېغمبر اکرم،چې له دنيا ولاړ شي؛نو يو له هغو شئونو،چې بلاتکليفه پاتې کېږي همدا د ټولنې مشري ده. ټولنه مشر غواړي او په دې کې څوک هم شک نه لري. تر پېغمبراکرم وروسته د ټولنې مشر څوک دى؟دا هغه چار دى، چې اصل يې هم شيعه مني او هم اهلسنت؛هم شيعه مني،چې ټولنه ستر او تکړه مشر ته اړينه ده او هم اهلسنت او له همدې ځايه دي،چې د خلافت مسئله مطرح ده . شيعه وايي : پېغمبراکرم تر ځان وروسته ټولنې ته مشر ټاکلى دى او ويلي دي،چې تر ما وروسته به د مسلمانانو د مشرۍ چارې حضرت علي (ک) سمبالوي او اهلسنت په منطقي اختلاف دا مطلب هغسې نه مني،چې شيعه يې مني او وايي: پېغمبر اکرم تر ځان وروسته مشر نه دى ټاکلى او پخپله د مسلمانانو دنده وه،چې تر ځان وروسته د ټولنې مشر وټاکي؛نو اهلسنت ورونه هم د امامت مسئله –چې مسلمانان بايد مشر ولري _ مني؛خو وايي،چې مشر په هغه بڼه ټاکل کېږي او شيعه وايي،چې په دې بڼه ټاکل کېږي او مشر پېغمبر اکرم په الهي وحې ټاکي.

که د امامت مسئله تر همدې بريده وه (؛يعنې خبره يوازې تر پېغمبر اکرم وروسته د مسلمانانو د مشرۍ وه _؛نو شيعه وو به هم امامت د دين په فروعو کې ګاڼه؛نه د دين په اصولو کې؛خو شيعه چې پر امامت قايل دي؛يوازې پردې بسيا نه کوي،چې حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم يو صحابي و او حضرت ابوبکر (رض)،حضرت عمر (رض)،حضرت عثمان (رض) او په سلګونو نور کسان او ان حضرت سلمان (رض) او حضرت ابوذر (رض) هم د پېغمبراکرم اصحاب ول؛خو حضرت علي (ک) تر ټولو غوره و او پېغمبر اکرم (ص) هم ټاکلى و.

 نه ! شيعه پردې بسيا نه کوي او دوه نورې مسئلې وايي،چې اهلسنت بېخي پرې د يو چا په هکله هم قايل نه دي او نه دا چې قايل دي او له علي (ک) يې نفې کوي هم،چې يوه يې امامت؛”د مسلمانانو د ديني مرجع” په مانا دى.

 

 

 

 

خوشال بابا وايي :

اوليا يې دامت واړه ممــــــــــتاز دي

هرولي ئې په ارشاد کې مرخص دى

 

امامت د ديني مرجعيت په مانا

و مو ويل : پېغمبر اکرم (ص) د وحې مبلغ و. چا چې د اسلام په هکله پوښتنه درلوده؛نو پېغمبراکرم يې پوښته او د هغه څه په هکله يې پېغمبر اکرم پوښته،چې په قرآن کريم کې به نه ول. مسئله داده،چې آيا هغه احکام او ښوونې،چې اسلام غوښتل خلکو ته يې ووايي،په قرآن کريم کې راغلي او پېغمبر اکرم خلکو ته ويلي دي که نه، هغه څه چې پېغمبر اکرم خلکو ته ويلي،د اسلام ټول احکام نه دي؛ځکه وخت يې ددې کار اجازه نه ورکوله؛حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم “وصي” و او ټول اسلام او يا لږ تر لږه د اسلام کليات يې ورته ويلي ول او حضرت علي يې پخپل لاس فوق العاده عالم روزلى و،چې تر نورو ټولو اصحابو غوره و او هغه چې ان د پېغمبر اکرم په څېر نه تېروته او د خداى له لوري به داسې خبره نه وي راغلې،چې علي (ک) به ترې بې خبره وي؛نو پېغمبراکرم تر ځان وروسته خپل وصي وښود او و يې ويل : (( خلکو ! تر ما وروسته،چې د دين په اړه هر پوښتنه لرئ؛نو زما له وصي؛ علي او زما له اوصياوو يې وپوښتئ.))

 دلته په واقع کې امامت د اسلام يو ډول “کارپوهي” ده؛خو تر “مجتهد” پورته کارپوه؛د خداى له لوري کارپوهي؛يعنې هغه وګړي،چې اسلامپوهان دي؛خو نه هغه اسلامپوهان،چې د خپل عقل او فکر له مخې يې اسلام زده کړې وي_چې قهراً جايز الخطا وي _بلکې هغه وګړي،چې له رمزي او غيبي لارې يې _چې موږ ته مجهول دي_ له پېغمبر اکرمه اسلامي علوم زده کړي وي؛له پېغمبر اکرمه،علي (ک) ته او بيا په ټولو پېرونو کې وروستيو امامانو ته د اسلام پوهه (چې يو غير مخطي معصومه پوهه ده،چې بېخي نه تېروځي) رارسېدلي وي.

اهلسنت هېچا ته پر داسې مقام قايل نه دي؛نو هغوى په دې ډول امامت کې بېخي د امام پر شتون قايل نه دي؛نه داچې پر امامت قايل دي او ووايي،چې حضرت علي امام نه دى او حضرت ابوبکر (رض) امام دى. او حضرت ابوبکر (رض)،حضرت عمر (رض)،حضرت عثمان (رض) او په ټوليزه توګه يو صحابي ته هم پر داسې شان او مقام قايل نه دي؛نو ځکه پخپلو کتابو کې په ديني مسئلو پورې اړوند د حضرت ابوبکر او حضرت عمر تېروتنې رانقلوي؛خو شيعه خپل امامان له تېروتنې معصوم ګڼي او ناشونې ده،چې خپل امام ته پر تېروتنې قايل شي.

د اهلسنتو په کتابو کې راغلي،چې حضرت ابوبکر (رض) په پلاني ځاى کې تر خپلې تېروتنې وروسته وويل: کله راباندې شيطان واکمن شي او تېروځم.)) يا  حضرت عمر (رض) تر خپلې تېروتنې وروسته وويل : (( دا ښځې تر عمره پوه دي.))

وايي: پر هغه ورځ،چې حضرت ابوبکر (رض) ومړ؛نو کورنۍ يې او ام المؤمنين عايشې وير کاوه.د ژړا غږونه،چې له کوره راپورته شول؛نو حضرت عمر (رض) پيغام واستاوه،چې دې ښځو ته ووايه،چې چوپ شي؛خو چوپ نه شوې،بيا يې پيغام ورواستاوه،چې که چوپ نه شوې؛نو په کوړه به يې ادب کړم او همداسې پرله پسې پيغامونه يې استول.حضرت عايشې بي بي ته وويل شول،چې حضرت عمر ګواښنه کړې،چې چوپ شئ.ام المؤمنين وويل: عمر ته ووايه،چې راشي،څه وايي؟ حضرت عمر د حضرت عايشې په درناوي راغى.بي بي ورته وويل: څه وايې او پرله پسې پيغامونه رااستوې؟ حضرت عمر وويل: له پېغمبر اکرمه مې اورېدلي،چې که څوک ومړ او څومره ورپسې ژړاګانې کېږي؛نو مړى کړوي .بي بي وويل: پوه شوى نه يې،تېروتى يې خبره بل څه ده او پوهېږم،چې څه خبره ده : يوه ورځ يو خبيث يهودي مړ شوى و او کورنۍ يې ورته وير کاوه؛پېغمبر اکرم وويل : (( دوى ژاړي؛ خو مړى عذابېږي)) و يې نه ويل،چې د دوى ژړا د مړى د عذاب لامل دى؛بلکې و يې ويل: دوى ورته ژاړي؛خو نه پوهېږي،چې مړى يې عذابېږي او دا خبره له دې مسئلې سره څه اړه لري؟ پردې سربېره، که پر مړي ژړل حرام وي؛موږ ګناه کوو؛نو خداى ولې زموږ د ژړا په پار يو بې ګناه وکړوي؟! حضرت عمر (رض) وويل: عجيبه ده؛نو خبره داسې وه!! ام المؤمنين وويل: هو !حضرت عمر وويل : که ښځې نه وې؛نو عمر به هلاک شوى واى.

پخپله اهلسنت وايي،چې حضرت عمر تر اوياوو ځلو ډېر وويل : (( لو لا علي لهلک عمر.))

نو هغوى پر داسې امامت قايل نه دي. د بحث منځپانګه دې مانا ته راګرځي،چې مسلماً وحې يوازې پېغمبر اکرم ته راته.موږ نه وايو،چې دولس ګونو امامانو ته وحې کېده.اسلام يوازې پېغمبراکرم بشر ته راوړ او خداى هم هغه څه پېغمبر ته وويل،چې بايد خلکو ته وويل شي او داسې نه ده،چې د اسلام څه احکام پېغمبراکرم ته له ويلو پاتې شوي وي؛خو آيا داسې احکام پاتې دي،چې لا خلکو ته نه دي ويل شوي؟ د اهلسنتو خبره داده،چې د اسلام احکام هماغه ول،چې پېغمبراکرم اصحابو ته وويل.بيا په هغو مسئلو کې،چې په هکله يې له اصحابو کرامو هم څه نه دي روايت شوي او پکې بند پاتې يو؛نو څه به کړو؟؛نو دلته د “قياس” مسئله راننوځي او وايي: موږ دا ستونزه د قياس او پرتلنې په قانون هواروو،چې اميرالمؤمنين په نهج البلاغه کې وايي: ((يعنې خداى نيمګړى دين راولېږه،چې تاسې يې بشپړ کړئ؟!))؛خو شيعه وايي: نه خداى،اسلام پېغمبر اکرم ته نيمګړى رالېږلى او نه پېغمبر خلکو ته نيمګړى بيان کړى دى.پېغمبر بشپړ خلکو ته بيان کړ؛خو څه چې پېغمبر اکرم بشپړ بيان کړي؛ټول هغه څه نه دي،چې عمومو خلکو ته يې وويل (ډېرى داسې موضوعات ول،چې بېخي د پېغمبر اکرم پر مهال نه ول پيدا شوي او بيا به يې په هکله پوښتل)؛بلکې ټول هغه احکام،چې د خداى له لوري ول،خپل ځانګړي زده کوونکي ته يې وښوول او ورته يې وويل،چې ته يې خلکو ته ووايه.

نو دلته دي،چې د “عصمت” مسئله رامنځ ته کېږي.شيعه وايي :لکه څنګه چې ناشونې وه،چې پخپله پېغمبر عمداً يا سهواً تېروځي؛نو ناشونې ده،چې د پېغمبر اکرم ځانګړى زده کوونکى هم تېروځي؛ځکه لکه څنګه چې له پېغمبر اکرم  سره الهي تاييد و؛ شاګرد سره يې هم الهي تاييد مل و،چې دا امامت ته يوه بله مرتبه ده.

  

خوشال بابا وايي :

  په ((ولا)) که د ((علي)) رافضــــــــــي کېږي

  سکه خوشحال يې په ((ولا)) کې مشخص دى[900]

                                                   

امامت د ولايت په مانا

امامت درېمه درجه او مقام هم لري،چې د امامت تر ټولو ستر مفهوم دى او د شيعه وو کتابونه ترې ډک دي او د تشيع او تصوف ترمنځ ګډ ټکى دى.البته داچې وايو ګډټکى؛ناوړه دې تعبير نشي؛ځکه شونې ده،چې په دې هکله د مستشرقينو له خبرو سره مخ شئ،چې مسئله په دې همدې بڼه مطرحوي.دا هغه مسئله ده،چې په عارفانو کې خورا مطرح ده او په تشيع کې هم له صدر اسلامه مطرح وه او ياد مې دي،چې لس کاله مخکې،چې ښاغلي “کربن” له “علامه طباطبايي” سره مرکه درلوده؛يوه پوښتنه يې دا وکړه،چې دا مسئله شيعه و له تصوف اخستې او که تصوف له تشيع؟غوښتل يې ووايي : يو له بله يې اخستې ده.

 علامه طباطبايي وويل : تصوف له شيعه و اخستې؛ځکه مسئله له هغه وخته په شيعه کې مطرح وه،چې لا تصوف نه و رامنځ ته شوى او بيا په تصوف کې مطرح شوه؛نو که چېرته يو له دوى له بله اخستې وي؛نو صوفيانو له شيعه و اخستې ده.

دا مسئله ((د کامل انسان)) مسئله ده او په بل تعبير د زمان د حجت مسئله ده.عارفان او متصوفان په دې مسئله خورا ډډه کوي. مولانا بلخي وايي: ((په هر وخت کې قايم ولي شته)) په هر وخت کې کامل انسان شته،چې د انسانيت د ټوليز معنويت حامل او وړونکى دى،هېڅ وخت بې له کامل انسانه نه وي ((چې کله يې پر “قطب” تعبيروي)) او هغه کامل ولي ته، چې بشپړ انسانيت ورسره دى، يو لړ مقامات قايل دي،چې زموږ له ماغزو ډېر لرې دي،چې له هغو مقاماتو يو يې پر ضميرونو؛يعنې پر زړونو واکمني ده؛په دې مانا،چې هغه يو ټوليز روح دى،چې پر ټولو روحونو راچاپېر دى.

((ولو لا الحجة لساخت الارض باهلها))؛يعنې داسې وخت نه و او نه به وي،چې ځمکه بې له کامل انسانه وي او شيعه هغه کامل انسان ته ډېرى مقامات او درجات قايل دي او موږ په ډېرى زيارتونو کې پر داسې ولايت او امامت اقرار او اعتراف کوو؛يعنې ګروهمن يو،چې امام له داسې ټوليز روحه برخمن دى. په زيارتونو کې وايو: ((اشهد انک تشهد مقامى و تسمع کلامى و ترد سلامى)) ( موږ يې لا مړي ته وايو؛البته زموږ له نظره مړى او ژوندى يې توپير نه لري او داسې نه ده،چې ژوندى يې داسې نه و او يوازې مړى يې داسې دى) ګواهي ورکوم،چې دلته مې شتون درک کوې،ګواهي ورکوم،چې وايم : السلام عليک يا على بن موسى الرضا؛نو ته يې اورې.ګواهي ورکوم،چې کوم سلام درباندې اچوم : السلام عليک؛نو ځواب يې راکاوې.دا مقام چا ته څوک هم قايل نه دي او دا مقام اهلسنت (بې له وهابيانو) يوازې پېغمبر اکرم ته قايل دي؛خو دا خبره د شيعه مذهب له اصولو ده.

نو د امامت مسئله درې درجې مومي او که يو له بله يې بېلې نه کړو؛نو په هغو استدلالونو کې به تېروځو،چې په دې اړه يې کوو؛نو تشيع هم درجې او پړاوونه لري.ځينې شيعيان يوازې امامت ته د ټولنې د مشرۍ په مانا ګوري،وايي: پېغمبر اکرم (ص) حضرت علي (ک) تر ځان وروسته د ټولنې مشرۍ ته ټاکلى و،چې حضرت ابوبکر (رض)،حضرت عمر (رض) او حضرت عثمان (رض) يې ځاى ونيو او يوازې همدومره شيعه دي او پر هغه دوو نورو مسئلو ګروهمن نه دي او يا يې په هکله چوپ دي. ځينې پر دويم پړاو قايل دي؛خو درېم پړاو ته نه رسي؛خو ډېرى شيعه علماء او شيعيان پر دريم پړاو ګروهمن دي.

که غواړو پر امامت بحث وکړو؛نو بايد په دې پړاوونو کې بحث وکړو : امامت په قرآن کې.امامت په سنتو کې او امامت د عقل له مخې.

په لومړي پړاو کې بايد وګورو،کوم امامت چې شيعه وايي، په قرآن کې شته که نه؟ او که د قرآن آيتونه داسې امامت راښيي؛نو آيا امامت يوازې د ټولنې سياسي او ټولنيزې مشرۍ ته وايي که امامت ديني مرجعيت او ان د معنوي ولايت پر مانا هم دى؟

له دې بحثه،چې راووتو،بايد په سنتو کې امامت ولټوو،چې نبوي سنت د امامت په هکله څه وايي؟ بيا به د عقل له مخې د مسئلې شننه او کره کتنه وکړو،چې عقل په دې درې پړاوونو کې څه مني؟ آيا وايي،چې د ټولنې د مشرۍ په اړه اهلسنت په حقه دي او د پېغمبراکرم ځايناستى بايد د خلکو شورا وټاکي يا پخپله پېغمبراکرم خپل ځايناستى ټاکلى دى .

 

د امامت په اړه يو حديث

دا روايت هم شيعه مني او هم اهلسنت او معمولاً هغه حديث ته په ټيټه سترګه نه شو کتلاى،چې هم يې شيعه مني او هم اهلسنت؛ځکه چې کله يې دواړه ډلې روايت کړي؛نو تقريبا ښيي،چې دا خبره هرومرو پېغمبراکرم يا امام کړې ده . البته عبارتونه لږ څه توپير لري؛خو مضمون يې يو دى.دا حديث شيعه داسې روايتوي:

من مات و لم يعرف امام زمانه مات ميته جاهلية =څوک چې ومري او د خپلې زمانې امام و نه پېژني؛نو د جاهليت په مرګ مړ شوى دى.[901]

دا ډېر کلک تعبير دى؛ځکه د جاهليت پر مهال خلک بېخه مشرک ول او ان توحيد او نبوت يې هم نه درلود.دا حديث د شيعه وو په کتابو کې ډېر راغلى او سل په سلو کې د شيعه مذهب له اصولو سره اړخ لګوي. “کافي” د شيعه معتبر حديثي کتاب دى،چې دا روايت پکې راغلى او عمده خو داده،چې د اهلسنتو په کتابو کې هم راغلى دى. اهلسنتو دا حديث په بل عبارت رانقل کړى دى: من مات بغير امام مات ميتة جاهلية =څوک چې بې امامه ومري؛نو داسې به وي؛لکه د جاهليت په مرګ،چې مړ شوى وي.[902]

په بل ځاى کې يې په دې عبارت رانقل کړى دى: من مات و ليس فى عنقه بيعة مات ميتة جاهلية = هغه چې  ومري او پر غاړه يې د امام بيعت نه وي؛نو د جاهليت په مرګ مړ شوى دى .

په کوم عبارت،چې شيعه وو رانقل کړى،اهلسنتو هم رانقل کړى دى : من مات ولا امام له مات ميتة جاهلية.دا عبارتونه خورا ډېرى دي او ښيي،چې د پېغمبراکرم خورا دې مسئلې ته پام و.

هغوى،چې امامت يوازې د ټولنې مشري ګڼي،وايي: وګوره ! پېغبراکرم د مشرۍ مسئلې ته څومره ارزښت ورکاوه،چې ګروهمن و،چې که امت مشر و نه لري؛نو مرګ يې د جاهليت مرګ دى؛ځکه د اسلامي احکامو سم تفسيرول،د ټولنې په سمې مشرۍ او له مشرۍ سره د خلکو په ټينګو اړيکو پور اړه لري .اسلام څه وګړيز دين نه دى،چې څوک ووايي : پر خداى او استازي يې ګروهمن يم؛نور له هېچا سره کار نه لرم . نه ! بې له خداى او استازي يې،بايد هرومرو ځان پوه کړې او و يې پېژنې،چې په دې زمانه کې دې مشر او لارښود څوک دى او قهراً د مشرتوب تر سيوري لاندې يې غورځې پورځې وکړې.

هغوى چې امامت په “ديني مرجعيت” مانا کوي [ددې حديث په مانا کې] وايي:که څوک غواړي دين ولري؛بايد خپله ديني مرجع وپېژني او پوه شي،چې دين له کومې سرچينې اخلي.دا چې انسان دين ولري؛خو دين له هغه سرچينې واخلي،چې د دين ضد ده؛نو دا کټ مټ جاهليت دى.

هغوى،چې امامت په “معنوي ولايت” مانا کوي،وايي:حديث وايي: که انسان ته د کامل ولي پام نه وي؛نو داسې دى؛لکه په جاهليت چې ومري.

دا حديث مې په پېل کې ځکه ووايه،چې متواتر دى،چې يوه ذهني سريزه ولرئ،چې وروسته پرې بحث وکړو.

 

امامت په قرآن عظيم شان کې

په قرآن کريم کې څو آيتونه دي،چې شيعه پرې د امامت په هکله استدلال او استناد کوي:

((إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ (مائده/٥٥) =   ستاسې ولي او پالندوى خو يوازې خداى، د هغه پېغمبراو هغه مؤمنان دي،چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي.))

((إِنَّمَا))؛يعنې “منحصراً=يوازې”. د ((ولي)) اصلي مانا ((پالندوى)) دى. ولايت؛يعنې تسلط او سرپرستي. ستاسې ولي او پالندوى خو يوازې خداى،د هغه پېغمبر او هغه مؤمنان دي، چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي.موږ په اسلام کې داسې حکم نه لرو،چې انسان بايد د رکوع په حال کې زکات ورکړي،چې ووايو دا يو ټوليز قانون دى، چې ټول وګړي رانغاړي.دا هغه پېښې ته اشاره ده،چې يوازې يو ځل راپېښه شوه او شيعه او سني داوړو روايت کړې ،چې : حضرت علي (ک) په رکوع کې و،چې يو سوالګر راغى او سوال يې وکړ،حضرت علي خپل ګوتې ته اشاره وکړه،سوالګر راغى او د حضرت علي(ک) له ګوتې يې کوته وايسته؛يعنې حضرت علي صبر و نه کړ،چې لمونځ يې پاى ته ورسي او بيا انفاق وکړي.

شيعه او سني دواړه يوه خوله دي،چې دا آيت د حضرت علي (ک) په هکله نازل شوى دى،ددې خبرې په پامنيوي،چې د رکوع په حال کې انفاق اسلامي حکم نه دى ( نه فرض دى او نه مستحب)،چې ووايو شونې ده،چې نورو وګړيو هم پردې قانون عمل کړى وي ((؛نو هغوى، چې داسې کوي)) اشاره او کنايه ده؛لکه څنګه،چې کله په قرآن کې وايي: ((يقولون=وايي)) [د جمعې په بڼه] حال داچې يو وګړي به دا خبره کړې وي. دلته ((؛نو هغوى،چې داسې کوي))؛يعنې هغه وګړي،چې داسې يې کړي دي؛نو ددې آيت له مخې علي (ک) د خلکو ولايت ته ټاکل شوى دى.

دا هغه آيت دى،چې شيعه پرې استدلال کوي.

مفسرين په يوه خوله ددې آيت په هکله وايي،چې :

دا آيت د حضرت علي (ک) د ولايت په هکله نازل شوى دى او د نازلېدو کيسه يې داسې ده،چې حضرت علي په جومات كې لمونځ كاوه؛نو ركوع ته چې ولاړ؛ يو سوالګر راغى او مرسته يې وغوښته،چې حضرت علي هماغسې د ركوع په حال كې خپله ګوته ورته وښووه(چې راشه او واخله يې)، چې سوالګر هم ګوته د حضرت علي له ګوتې راواېسته او له جوماته خوشحاله ووت .څښتن تعالى د حضرت علي  ددې  عمل د ارزښت ښوولو لپاره پورتنى آيت نازل كړ.

حضرت ابوذر غفاري (رض) ددې آيت د نزول کيسه داسې روايت كړې ده : يوه ورځ مې د رسول الله (ص) په جومات كې لمونځ كاوه،چې يو سوالګر راننوت او مرسته يې وغوښنه؛خو چا پرې چرت خراب نه کړ. سوالګر خپل لاسونه اسمان ته پورته كړل او ويې ويل : خدايه! شاهد اوسه،چې ستا د رسول په جومات كې مې مرسته وغوښته؛خو چا راباندې چرت خراب نه کړ.په دې وخت كې حضرت علي (ك) په ركوع كې و،چې د ښي لاس په وړه ګوته يې سوالګر ته اشاره وكړه،چې زما ګوته واخله . سوالګر هم رانږدې شو او هغه ګوته يې د حضرت علي  له لاسه راواېسته او په خوشحالۍ له جوماته ووت . رسول الله،چې دا پېښه كتله؛نو تر لمانځه وروسته يې اسمان ته وكتل او دعا يې وكړه:((خدايه! زه محمد ستا رسول يم،سينه مې پراخه او كارونه مې اسان  كړې او له كورنۍ مې علي زما وزير وټاكې،چې ملا تړى مې شي .)) حضرت ابوذر غفاري(رض ) وايي: لا د پېغمبر اکرم  دعا خلاصه شوې نه وه،چې حضرت جبرائيل (ع) راغى او پېغمبر اکرم ته يې وويل: ووايه ! پېغمبر اکرم  ورته وويل : څه ووايم؟! حضرت جبرائيل (ع) ورته وويل: ووايه :((انَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ. [903]))

نور هغه آيتونه دي،چې د “خم غدير” په باب راغلي دي. پخپله د “خم غدير” جريان سنت دى او موږ بايد پرې بحث وکړو.

((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ (مائده/٦٧)= پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي، بشپړ(خلكو ته) ورسوه اوكه داسې دې و نه كړل؛ نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى، خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ژغوري، هو ! خداى (ځېلي) كافرانو ته سمه لار نه ښيي .))

دلته لحن ډېر توند دى او ددې آيت مفاد د (( من مات ولم يعرف امام زمانه مات ميتة جاهلية.)) حديث هومره توند دى.که پېغمبر تبليغ و نه کړ؛نو خپل رسالت يې نه دى ابلاغ کړى .

شيعه او سني دواړه يوه خوله دي،چې د مائدې سورت وروستى سورت دى، چې پر پېغمبراکرم نازل شوى؛يعنې هغه مهال نازل شو،چې پېغمبر اکرم ټول احکام د دروېشت کالو په ترڅ کې خلکو ته بيان کړي ول او دا وروستي احکام  وو. شيعه پوښتي: دا کوم حکم دى،چې د پېغمبراکرم وروستى حکم دى او که خلکو ته يې بيان نه کړي؛نو تېرې ټولې هڅې يې خاورې ايرې کېږي؟؛يعنې تاسې داسې کومه موضوع نشئ ښوولاى، چې د پېغمبراکرم د عمر په وروستيو پورې اړوند وي او د ارزښت درجه يې دومره لوړه وي،چې که ابلاغ نشي؛نو هېڅ به نه وي ابلاغ شوي؛خو موږ وايو،چې دا موضوع د امامت مسئله ده؛که نه وي؛نو هر څه له منځه تللي دي او پردې سربېره،شيعه د اهلسنتو له خولې دليل راوړي،چې دا آيت په “خم غدير” کې نازل شوى دى.

د مائدې د سورت درېم آيت  [: ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا =نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپل لورېنه مې درته پوره كړه او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ)) ] ښيي،چې پر هغه ورځ داسې پېښه شوې وه،چې دومره ارزښتناکه وه،چې ددين بشپړوونکې او د نعمتونو پوره کوونکې وه،چې شتون يې د اسلام شتون دى او نه شتون يې د اسلام نه شتون دى.

الف :له حضرت ابي سعيد خدري روايت دى،چې وايي:(( د ” يا ايها الرسول بلغ” آيت د “خم غدير” پر ورځ د حضرت علي (ك) په هکله پر پېغمبر اکرم  نازل شوى دى . ))

ب : حضرت ابن عباس د “يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليك من ربك” آيت په هکله  وايي:(( دحضرت علي په هکله نازل شو؛څښتن پر خپل رسول امر كړى دى،چې د حضرت علي په هکله تبليغ وكړه. بيا پېغمبر اکرم د حضرت علي  لاس ونيو او ويې ويل:(( د چا چې زه مولى  يم؛نو علي يې هم مولى او ولي دى؛خدايه! ددښمنانو  يې دښمن او د دوستانو يې دوست اوسه .))

او نورو عالمانو؛لكه حافظ ابوسعيد سجستاني د “الولاية” په كتاب كې او بدرالدين حنفي د “عمدةالقادري” په كتاب كې او حمويني  د “فرائد السمطين” په كتاب كې. همداراز…….[904]]

 

خوشحال بابا وايي :

                        دامت يې برګزين دي اثناعــــــشر

                        په بزرګى دهمه جهان مخدوم دي

تر پېغمبر اکرم وروسته امامت او د دين ښوول

و مو ويل: د امامت په اړه يوه مسئله د حکومت مسئله ده؛يعنې تر پېغمبراکرم وروسته د حکومت برخليک څه دى؟ آيا د خلکو پر غاړه دى او دا خلک دي،چې بايد پخپلو منځو کې واکمن وټاکي او يا داچې پېغمبراکرم خلکو ته تر ځان وروسته واکمن ټاکلى دى؟ دا چې په دې وروستيو کې مسئله داسې مطرحوي؛نو هرومرو ذهنونه د اهلسنتو نظر ته اوړي؛يعنې انګېري،چې نظر يې تر ټولو عادي او طبيعي دى.

د مسئلې ناسم مطرحول

مسئله داسې مطرحوي،چې د اسلام له نظره د حکومت برخليک څه دى؟ آيا “موروثي” او “تنصيصي” دى،چې هر واکمن تر ځان وروسته واکمن تنصيص او وټاکي او خلک هم د حکومت په چارو کې هېڅ لاسوهنه و نه لري؟پېغمبر اکرم تر ځان وروسته يو ټاکلى وګړى وټاکه او هغه هم تر ځان وروسته ټاکلى وګړى وټاکه او هغه هم بل کس او تر قيامته د حکومت برخليک داسې دى،چې تل “تعييني” او “تنصيصي” وي او قهراً دا چار په دولس ګونوامامانو پورې ځانګړى نه دى؛ځکه د امامانو شمېر دولس تنه دى او د شيعه وو د ګروهې له مخې دا شمېرې نه د کمېدو وړ دى او نه د ډېرېدو.

ددې وينا له مخې،د حکومت په اړه د اسلام ټوليز قانون داسې دى،چې پېغمبراکرم _ چې پخپله واکمن و_بايد تر ځان وروسته واکمن وټاکي او تر قيامته به په يو بل پسې د ټاکلو لړۍ همداسې وي او که اسلام ټوله نړۍ هم ونيسي (،چې اوس هم خورا پلويان لري) او اسلامي قوانين په ټوله نړۍ کې پلي شي؛که د “واحد حکومت” په بڼه وي او که د بې شمېره حکومتو په بڼه؛نو قانون به همدا وي؛نو دا چې وايو: پېغمبراکرم تر ځان وروسته حضرت علي (ک) وټاکه،د همدې ټوليز اصل پر بنسټ ول،چې حکومت بايد تصيصي او تعييني وي او ددې فلسفې له مخې،پکار نه ده،چې پېغمبراکرم تر ځان وروسته حضرت علي ټاکلى وي؛دا چې پېغمبر اکرم کړاى شول په وحې يو مطلب بيان کړي او دولس ګوني امامان هم مُلهَم دي او هم له پېغمبره يو لړ علوم تلقي کړي؛خو وروسته خو داسې نه دي؛نو که د حکومت په اړه د اسلام ټوليز اصل دا وي [چې حکومت تنصيصي او تعييني وي] ان پکار نه ده،چې پېغمبراکرم (ص) حضرت علي (ک) د وحې له لارې ټاکلى وي؛بلکې پخپل نظر او صوابديد يې ټاکلى دى او دولس ګوني امامان يې هم پخپل صلاحديد خپل ځايناستي ټاکلي دي؛نو پردې بنسټ د پېغمبراکرم له نظره خلافت ته د علي (ک) ټاکل،مکې ته د واکمن او د حاجيانو لپاره د مشر د ټاکلو په څېر دي؛لکه څنګه چې هلته څوک نه وايي،چې که پېغمبر اکرم د وحې په لاښوونه پلانى د مکې د حکومت لپاره ولېږه يا يمن ته يې حضرت معاذ بن جبل(رض) ولېږه؛ بلکې وايي:دا چې پېغمبر اکرم د خداى له لوري د خلکو مدير او مشر و؛نو په هغو چارو کې يې پخپله هوډ نيوه،چې په اړه به يې وحې نه راته؛نو دلته هم بايد وويل شي،چې پېغمبر اکرم پخپل شخصي تدبير حضرت علي (ک) د خلافت لپاره وټاکه.

که د امامت مسئله د دنيوي حکومت په مفهوم همدومره ساده مطرح کړو؛نو دا له هغه امامته بيل بحث دى،چې زموږ په پام کې دى او که اصلاً مسئاله په دې بڼه وي؛نو لازم نه دي،چې وحې پکې دخالت وکړي او وحې يوازې دومره دخالت کړاى شي، چې پېغمبره! ته دنده لرې،چې پخپله صلاح يو تن وټاکې او هغه هم تر ځان وروسته بل وټاکي او همدا لړ تر قيامته دوام ومومي.

که امامت په ساده بڼه او د حکومت په کچه مطرح کړو او ووايو،چې امامت؛يعنې حکومت؛نو هغه مهال به ګورو،چې د اهلسنتو د خبرې توله د شيعه وو د خبرې په پرتله درنده وي؛ځکه هغوى وايي:يو واکمن حق نه لري،چې تر ځان وروسته واکمن وټاکي؛بلکې “امت” او “اهل حل و عقد” يې وټاکي او ټاکنه بايد د ولسواکۍ د اصولو پر بنسټ وي او دا د خلکو حق دى،چې څوک ټاکي؛خو مسئله دومره هم ساده نه ده.

د شيعه وو له نظره د حضرت علي او دولس ګونو امامانو د خلافت مسئله،چې تنصيصي وه،پر يوې بلې مسئلې فرع وه،چې تردې بنسټيزه وه.

دلته پوښتنه مطرحېږي،چې امامان خو دولس تنه ول او تر هغوى وروسته د حکومت برخليک څه دى؟ فرض کړئ؛ لکه څنګه چې پېغمبر اکرم حضرت علي وټاکه او واکمن شو بيا امام حسن او بيا امام حسين،چې حضرت امام مهدي ته راورسي؛نو په دې بڼه کې قهراً د هغې فلسفې پر بنسټ،چې شيعيان يې په دې باب لري،د امام مهدي د غيبت لپاره هم کوم لامل نه و؛ده به هم د خپلو پلرونو په څېر لنډ عمر درلود او له دنيا به ته؛نو تر امام مهدي وروسته به څه کېږي؟ آيا امامان به تر دولس تنو ډېرېدل؟ نه !بايد په خلکو کې يوه بله مسئله وي : په عادي بڼه د حکومت مسئله؛لکه څنګه چې همدا اوس ده . امام مهدي خو نشي کړاى،چې د غيبت په پېر کې د خلکو واکمن وي . بيا هم د دنيوي حکومت او واکمنۍ مسئله پر خپل ځاى ده.

 

حکومت د امامت يوه څانګه ده

موږ بايد تېر نه وځو همداچې په شيعه و کې د امامت مسئله مطرح شوه؛نو ووايو،چې امامت؛يعنې د حکومت مسئله،چې په پايله کې مسئله په ډېره ساده بڼه وي او دا فروعات ورته پيدا شي،چې پيدا شوي دي او ووايو اوس،چې يوازې د حکومت مسئاله مطرح ده او داچې څوک واکمن وي،آيا هغه چې واکمن شي،بايد هرومرو تر ټولو افضل وي،يا نه ! او ممکن څوک چې واکمېنږي،نسبي افضل وي؛نه واقعي افضل؛يعنې د سياستوالۍ او د چارو د ادارې له نظره تر نورو وړ وي؛که څه هم له نورو نظرونو ډېر په ټيټه درجه وي،ښه مدير او سياستوال وي او خاين نه وي؛نو آيا معصوم دې وي که نه؟ او دا چار څه لزوم لري؟ د شپې لمونځ کوونکى هم وي که نه؟ او دا چار څه لزوم لري؟ په فقهي مسايلو هم پوه وي که نه؟ او څه لزوم لري،چې پر فقهي مسايلو پوه وي؟! په دې چارو کې نورو ته رجوع کوي.نسبي افضليت بسيا دى او دا ددې تابع ده،چې موږ دې مسئلې ته يوازې د حکومت په کچه او په ټيټه ووينو او دا يوه ستره تېروتنه ده،چې احياناً پخواني (ځينې متکلمين) هم کله په دې تېروتنې ککړېدل.دا غلطي ډېره تکرارېږي.د امامت مسئله،چې مطرح شي؛نو بې ځنډه حکومت ته متوجه شي،حال داچې د حکومت چارې د امامت له فروعو او د امامت له ډېرو وړو ښاخونو ځنې دى،چې بايد دا دواړه سره ګډ نشي؛نو  امامت څه دى؟

د دين په ښوولو کې امام د پېغمبراکرم ځايناستى دى

د امامت په مسئله کې، بې له وحې د دين د ښوولو،روښانولو او توضيح لپاره د پېغمبر د ځايناستۍ مسئله د ارزښت له پلوه په لومړۍ درجه کې ده.البته يوازې پېغمبراکرم ته وحې راته او له دنيا له تلو سره يې وحې او رسالت پاى ته ورسېد.

د امامت مسئله په دې کې ده،چې آيا د پېغمبر اکرم په تلو،د هغو آسماني ښوونو ښوونه _چې نور پکې اجتهاد،شخصي راى او وګړيز نظر نشته_ په يوه وګړي کې متمرکزه وه،چې خلکو به د پېغمبراکرم په څېر په ديني مسايلو کې ترې پوښتل او هغه پرې پوهېده او ځواب يې حق او حقيقت  دى او شخصي فکر نه دى،چې ممکن پکې تېروتى وي او بيا بله ورځ پرې رڼا واچوي؟موږ د پېغمبراکرم په هکله دا خبره نه کړو او نه يې کړاى شو ،چې په آند مو د پېغمبراکرم پلانى نظر ناسم و او يا هغه په دې ځاى کې په لوى لاس د ځاني غوښتنو تر اغېز لاندې راغلى دى؛ځکه دا خبره د نبوت له منلو سره اړخ نه لګوي.که کومه جمله هرومرو پېغمبراکرم ويلي وي او موږ پخپله ترې اورېدلي يا نه وي اورېدلي او په پرېکنده دلايلو جوته شوې وي،چې دا خبره پېغمبراکرم کړې ده؛نو هېڅکله نه شو ويلاى،چې خبره د پېغمبر ده؛خو تېروتى دى. د يو مجتهد يا مفتي په اړه ويلاى شو،چې د پلانۍ پوښتنې په ځواب کې تېروتى،غفلت يې کړى يا د يو بهير تر اغېز لاندې راغلى؛خو د پېغمبر اکرم په اړه داسې خبره کړاى نه شو ؛لکه څنګه چې د قرآن کريم د آيتونو په اړه ويلاى نه شو ،چې له بده مرغه په دې ځاى کې وحې تېروتې او يا پکې د چا ځاني غوښتنې دخالت کړى دى. ((وحې تېروتې ده))؛يعنې دا آيت وحې نه دى.

آيا تر پېغمبراکرم وروسته داسې انسان و،چې واقعاً د ديني احکامو مرجع وي؛لکه څنګه چې پخپله مرجع،مبين او مفسر و؟ آيا داسې کامل انسان و که نه؟ و مو ويل : داسې کامل انسان و؛خو په دومره توپير،چې د پېغمبر خبرې نېغ په نېغه پر وحې مستندې وې او د دولس ګونو امامانو خبرې پر پېغمبراکرم مستندې وې؛خو نه په هغې بڼه،چې پېغمبراکرم ورته ښوونه کړې وه؛بلکې په هغې بڼه يې وايو،چې حضرت علي (ک) وايي:پېغمبر اکرم راته د علم يو ور پرانېست،چې له هغه وره زر نور ورونه پرانېستل شول.موږ نه شو کړاى تفسير کړو،چې دا څرنګه و او لکه څنګه چې وحې نه شو تفسيرولاى،چې پېغمبراکرم څرنګه علم له خدايه اخلي؛نه شو تفسيرولاى،چې د علي او پېغمبر اکرم ترمنځ څرنګه اړيکه وه،چې پېغمبراکرم بشپړ حقايق علي ته وښوول او بې له هغه يې چاته و نه ښوول.

حضرت علي [905] وايي: ((زه له پېغمبر سره په حراء کې وم (هغه مهال ماشوم و)،دردونکې چغه مې واورېده،و مې ويل: وحې،چې درته راغله؛نو د شيطان د کړيکې غږ مې واورېد.پېغمبراکرم راته وويل: (( يا على ! انک تسمع ما اسمع و ترى ما ارى ولکنک لست نبى=علي! بېشکه چې څه اورم،اورې يې او چې څه وينم،وينې يې.[906]))

 که په هماغه ځاى کې د علي تر څنګ بل څوک هم و؛هغه غږ يې نه اورېده؛ځکه هغه اورېدل د غږ اورېدل نه ول،چې په فضا کې خپور شي،چې ووايو هر غوږي به اورېده. هغه بېل اورېدل،حس او ليد دى.

 

 

خوشحال بابا وايي:

                     اوليايې دامت واړه ممـــــــــــــتازدي

                     هرولي يې په ارشاد کې مرخص دى

                     سرحلقه دااولياوو هغه شــــــــــماره

                     چې شيطان يې بند کړى په قفس دى[907]

                                                       

د “ثقلينو” حديث او د دولس ګونو امامانو د عصمت مسئله

په امامت کې بنسټيزه مسئله معنوي اړخ يې دى . امامان؛يعنې معنوي انسانان،چې له معنوي لارې په اسلام پوهېږي او پېژني يې او د پېغمبراکرم په څېر له تېروتنې او ګناه معصوم دي.امام پرېکنده مرجع ده، چې که يوه جمله ترې واورئ؛نه پکې د تېروتنې ورکولاى نشئ او نه په لوى لاس د اړونې احتمال پکې ورکولاى شئ،چې نوم يې ((عصمت)) دى.شيعه وايي: داچې پېغمبراکرم وويل: انى تارک فيکم الثقلين کتاب الله و عترتى =زه تاسې ته دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم:قرآن او عترت مې)) دداسې مطلب نص دى.[908]

خو آيا پېغمبر اکرم داسې خبره کړې که نه؟ څوک ترې منکرېداى نشي.دا هغه روايت نه دى،چې يوازې شيعه روايت کړى وي؛بلکې اهلسنتو تر شيعه وو ډېر روايت کړى دى.د اهلسنتو په کتابو کې دا حديث په ډېرو ځايونو کې و؛ځکه پېغمبر اکرم دا مطلب په بېلابېلو ځايو کې په همدې بڼه ويلى و.البته مراد مو دا نه دى،چې پېغمبراکرم به ان په يو ځاى کې هم نه وي ويلي،چې دوه ګرانبيه څيزونه درته پرېږدم : “کتاب او سنت”؛ځکه د ((کتاب او سنت)) او (( کتاب او عترت)) ترمنځ هېڅ منافات نشته؛ځکه عترت د سنت د بيان لپاره دى.خبره په دې کې نه ده،چې “عترت” ته مراجعه وکړو که سنت ته؟؛بلکې خبره په دې کې ده،چې “عترت” د سنتو واقعي بيانوونکى دى او ټول سنت مې ورسره دي. پردې سربېره ،همدا چې وايو پېغمبراکرم وويل: “اني تارک فيکم الثقلين کتاب الله وعترتى”؛پخپله سنت دى؛ځکه د پېغمبراکرم حديث دى او په دې دواړو کې هېڅ منافات نشته او که په يو ځاى کې پېغمبر اکرم _چې هغه هم قطعي نه دي_ ويلي وي،چې (( انى تارک فيکم الثقلين کتاب الله و سنتى))؛خو په څو ځايو کې يې په هغه بله بڼه ويلي دي.که په يو کتاب کې داسې ليکل شوي؛خو لږ تر لږه تر دوو سوو په ډېرو کتابو کې هغسې ليکل شوي دي.

نو د امامت اصلي روح دادى،چې اسلام هر اړخيز،ټوليز او ځلانده دين دى،آيا بيان يې هومره دى،چې اصول او کليات يې په قرآن کريم او د پېغمبراکرم په ويناوو_چې پخپله اهلسنتو هم روايت کړي_ کې ياد شوي دي؟ او اسلام همدومره و؟ البته پر پېغمبراکرم د اسلام نازلېدل پوره شول؛خو آيا ويل شوى اسلام هماغه و؟ [ټول نازل شوى اسلام و] يا داچې پر پېغمبراکرم نازل شوى اسلام،چې له حضرت علي (ک) سره و،چې خلکو ته يې د وخت په تېرېدو سره،چې اړتيا ورته پيدا شي،بيان کړي .

 په دې صورت کې همدا حديث ((کتاب الله و عترتى)) عصمت هم بيانوي؛ځکه پېغمبراکرم وايي: دين له دې دوو سرچينو واخلئ؛لکه څنګه چې قرآن معصوم دى؛يعنې خطا پکې نشته؛ هغه بل هم معصوم دى. ناشونې ده،چې پېغمبراکرم په دومره پرېکندتوب له هغه چا د دين د اخستو امر وکړي،چې په خبرو کې يې تېروتنه وي.

دلته دي،چې د بيان په ښوونه او اخستنه کې د شيعه او اهلسنتو فرضيه له بېخه توپير کوي. هغوى وايي: لکه څنګه چې د پېغمبراکرم په تلو، ددين واقعي بيان،چې له تېروتنې او خطا معصوم وي،پاى ته ورسېد او ټول هماغه څه دي،چې له قرآن او د پېغمبراکرم له احاديثو مو استنباط کړي دي.

خوشال بابا وايي :

درست په داپوهېږم چې څلور مذهبه حق دي

زه دحنــــــــــفي مذهب دعـــوى لرم محکمه[909]

زه خودزړۀ درد غـواړم په هر يو مذهــــب کې

تا زده ستا خبرې ،چې نقلونه رنګارنګ کړې[910]

 

په پيل کې مو وويل،چې ددې ليکنې یوه موخه د اسلامي مذاهبو ترمنځ په پيوستون راوستو کې هڅه ده او د اسلامي مذاهبو ځينې لارويان،چې د افراط او يو د بل د نه پېژندو له امله يو بل ته ښه نه ويني؛نو هڅه وشوه،چې دا ليکنه په دې لار کې يو اغېزمن ګام وي .

نو له همدې امله مناسب مو وليدل،چې دلته د هغو عالمانو فتواوې او نظريات هم راوړو،چې د مسلمانانو د خپلمنځي يووالي په لار کې يې هڅې کړي .

 ١.دعلامه سيدجمال الدين افغاني (ره) ليدلورى

په وينا او کړنو کې د اسلامي يووالي د ستر بنسټګر ستره دغدغه اسلامي يووالى او اسلامي ورورولي وه .دلته مو د هغه  دوه ويناوې راوړي،چې د هغه د دننني ژور درد ښکارندوى دى :

١.”ته وا مسلمانان سره يوه خوله شوي دي،چې يو لاس نشي او د يووالي لاس يو بل ته ورکړي او خپل ځواکونه په يوه غوسه کې د پرديو پر خلاف وکاروي؛نو د نړۍ تر ټولو ستر ځواک به له پښو وغورځوي … که د بريتانيا ښکېلاک (د خپل وخت ستر ځواک) يو فيل وي او مسلمانان هر يو يې يو ماشى وي؛نو که په ميليونونو دا ماشي ددې فيل په غوږ کې غږ کړي؛نو لږ تر لږه کوڼ به يې کړي .”[911]

٢. “خپل ماغزه او انده مې د ختيځ د درد تشخيص او درملنې ته ځانګړى کړې؛و مې موندل،چې د ختيځ خورا  وژونکى درد،يو له بله د وګړيو بېلتون،شېندلې اندې او پر يووالي يې اړپېچ دى؛نو د عقيدې د يووالي او د لويديځ پر خلاف يې د راپاڅولوو لپاره مې ملا وتړله .”[912]

٢.پر جعفري مذهب د عمل د جواز په باب د مرحوم شلتوت فتوا

له مرحوم شلتوت استفتا وشوه،چې :

“ځينې خلک ګروهن دي،داچې د يو مسلمان عبادات او معاملات سم وي؛نو له څلورو مشهور مذهبونو ځنې د يو مذهب لاروى دې وي او په دې څلورګونو مذاهبو کې د امامي او زيدي شيعه وو د ښوونځي نوم نشته؛نو ايا تاسې به پشپړه توګه موافق ياست،چې د اثنى عشري شيعه وو له ښوونځي نه لاروي له دين سره په ټکر کې نه ده ؟”

دوى يې په ځواب کې وويل :

“اسلام خپل يو لاروي ته هم کوم ټاکلى ښوونځى نه دى ټاکلى ؛بلکې هر مسلمان کولاى شي،له هر ښوونځي نه چې په صحيح توګه رانقل شوى وي او احکام يې په ځان پورې په ځانګړي کتاب کې راټول شوي وي، لاروي وکړي او څوک چې يو له دې څلورګونو مذاهبو ځنې د يو مقلد وي،کولاى شي بل ښوونځي ته (هر ښوونځى،چې وي) واوړي .جعفري ښوونځى،چې په اثنى عشري امامي مذهب مشهور دى،د نورو د اهلسنتو مذاهبو په څېر ترې لاروي شرعا جايزه ده؛نو غوره ده،چې مسلمانان په دې حقيقت پوه شي او ځانګړي ښوونځي ته چې کوم په ناحقه او ناروا تعصب لري،هغه له ځانه لرې کړي؛ځکه د خداى دين او شريعت يې د ځانګړي ښوونځي تابع نه دى او د يو ځانګړى ښوونځي په احتکار او انحصار کې نه دى؛بلکې د ټولو مذاهبو مشران،مجتهدان وو او اجتهاد يې د خداى درشل ته قبول دى او څوک،چې  مجتهد او اهل نظر نه وي،کولاى شي،له هر هغه ښوونځي تقليد وکړي،چې په پام کې يې دى او له فقهې یې لاروي وکړي او په دې ځاى کې يې په عباداتو او معاملاتو کې توپير نشته “.[913]

٣.د شلتوت (ره) پر فتوا تقريظات

١-٣ .دکتر محمد فحام د الازهر پخوانى رئيس د شيخ محمد شلتوت پر فتوا په تقريظ کې دهغه نظر تاييدوي،وايي :

“زه د شيخ محمد شلتوت اخلاقو،پوهې،د پوهې پراخۍ،په عربي پوهې،د قرآن تفسير او د فقهې اصولو ته حيران يم؛هغه  له اماميه شيعه مذهبه د تعبد جواز ورکړ،شک نه لرم،چې فتوا يې پياوړى بنسټ لري، چې ګروهه هم هماغه ده .”[914]

همداراز وايي :”خداى دې شيخ شلتوت وبښي،چې دې کريمې مانا ته يې توجه وکړه او پر هغه څرګنده او مېړنۍ فتوا،چې ور يې کړه،ځان يې تلپاتې کړ .هغه پر اماميه شيعه مذهب د عمل کولو د جواز فتوا ورکړه؛ځکه يو اسلامي او فقهي مذهب دى او ډاډ يې پر کتاب،سنت او دليل پياوړى دى….”[915]

٢-٣.شيخ محمد غزالي هم د شيخ شلتوت د فتوا په تاييد کې وايي :

“زه ګروهن يم،چې د ستر استاد شيخ محمد شلتوت فتوا د مسلمانانو په پيوستون کې اوږده لار وهلې ده ….په حقيقت عمل يې د هغه مستشرقينو د خيالاتو دروغجنول دي،چې په خپلو سرونو کې يې لري، هغوى په دې خيال کې ول،چې کومې کينې او اړپېچونه،چې په مسلمانانو کې دي،بالاخره به يوه ورځ اسلامي امت وشيندي، مخکې له دې،چې مسلمانان سره يووالي ته ورسي او تر يوه بېرغ لاندې راټول شي او له منځه به يې يوسي؛خو زما په آند د هغه دا فتوا د چار پيل او د لارې سر دى .”[916]

٣-٣.عبدالرحمن نجار د قاهرې د جومات مدير وايي :

“موږ د شيخ شلتوت د فتوا درناوى کوو او پرې فتوا ورکوو او مسلمانان په څلورګونو مذاهبو کې له انحصاره ژغورو .شيخ شلتوت مجتهد امام دى،د هغه راى سمه او کټ مټ حق ده .ولې بايد په خپلو اندېشو او فتواوو کې پر ټاکليو مذهبونو اکتفا وکړو ،حال داچې هغوى ټول مجتهد وو؟”[917]

٤.د امام خميني تقريبي فتواوې او ليدلوري

١-١.”په مسجدالحرام او د مدينې په جومات کې د جماعت د لمانځه د پيلېدو پر مهال له جوماته وتل جايز نه دي او پر شيعيانو واجب دي،چې له هغوى (اهلسنتو) سره په جماعت لمونځ وکړي .”[918]

٢-١.د اهلسنتو د جماعت په لمانځه کې د ګډون د څرنګوالي په باب، امام خميني استفتا شو،چې يا دا لمونځ د نيت او وغيره له پلوه د شيعه وو د لمانځه په څېر دى ؟ دوى وويل : “په هره بڼه ،چې يې هغوى کوي،تاسې يې هم کوئ .”[919]

٣-١.وپوښتل شو،چې : بې له حجه ايا شيعيان کولاى شي،چې د اهلسنتو په امام جماعت پسې اقتدا وکړي ؟ و يې ويل : هو کولاى شي.[920]

٤-١.” که د اهلسنتو علماوو ته د ذيحجې لومړۍ ورځ جوته شوه او د مياشتې پر لومړۍ ورځ يې حکم ورکړ؛نو شيعه حجاج دې ترې تبعيت وکړي او په کومه ورځ،چې نور مسلمانان عرفات ته ځي،هغوى دې هم ولاړ شي او حج يې سم دى .”[921]

٥-١.” طواف په متعارفه بڼه وکړي؛لکه څنګه يې چې نور حجاج کوي او له هغو چارو دې ډډه وشي،چې ناپوهه وګړي يې کوي او په مطلقه بڼه دې، له هغو چارو دې ډډه وشي،چې د مذهب د وهن لاملېږي،په وقوفين کې د اهلسنتو د قضات له حکمه متابعت لازم او مجزى دى،که څه پر خلاف قطع ولرئ .”[922]

٦-١. “په کار ده ،چې (د حج په مراسمو کې) ايراني ورونه او د نورو هېوادونو شيعيانو له هغه کړنو ډډه وکړي،چې د مسلمانانو په ليکه کې درز اچوي او په کار ده،چې د اهلسنتو د جماعت په لمانځه کې حاضر شي او په کورونو کې دې د جماعت د لمانځه له کولو څخه ډډه وکړي او له مخالفو خبرو دې ډډه وکړي او د سپېڅليو وګړيو پر قبرونو دې له ځان ورغورځولو ډډه وکړي،چې کله د شرع مخالف هم دي .”[923]

٥.د علامه سيد شرف الدين موسوي ليدلورى (١٢٩٠-١٣٧٧ ه-س)

علامه شرف الدين موسوي،چې خپل ټول عمر يې د مسلمانانو د يووالي په لار کې تېر کړ او په دې لار کې خورا هڅې وکړي،د “المراجعات” کتاب په سريزه کې وايي :

“ډېر مخکې له دې،چې دا ليکونه زما او شيخ سليم بشري ترمنځ لېږد راولېږدول شي،ددې مطالبو د ليکلو انده مې په ماغزو کې وه؛ځکه د سني او شيعه د تفاهم او يووالي فکر مې له ځوانۍ څخه د زړه ارمان و او تل د يوې داسې هوارې لار په لټه کې وم ،چې مسلمانان سره د تفاهم بريد ته ورسوي او د هغوى ترمنځ د دښمنۍ جرړه له بېخه راونړوي او د ناپوهۍ او بېلتون دا پرده يې له سترګو اوچته کړي،چې خپل ژوند ته په جدي توګه وګوري او ټول په اسلامي واجب اصل (ورورولۍ) پايبند شي او بيا ټول سره يوځاى د خداى په پياوړې رسۍ منګولې ولګوي او يو له بل سره د خوشخلقه وورونو په څېر د يوې عالمې،عاملې،پوه او ځواکمنې ټولنې د جوړېدو پر لور ګامونه اوچت کړي او ټول پکې يو د بل ملاتړي وي ….”[924]

په بل ځاى کې وايي :

“فرقتهما السياسة،فلتجمعهما السياسة = له هماغې لومړۍ ورځې،سياست (او سياسي موخو) شيعه او سني سره بېل کړل او اوس بايد سياست (او د اسلام او مسلمانانو سياسي مصالح) هغوی يو له بل سره يو ځاى کړي .”[925]

په بل ځاى کې هم په خواشينۍ داسې وايي :

” په ډېره خواشينۍ دې وويل شي،چې مسلمان ورونه سره دښمني کوي،حال دا چې ‏پر يوه مبداء  او يو دين ګروهن دي او بايد چې په ورورولۍ سره ژوند وکړي، او داسې يو له بل سره لاس و ګرېوان دي او د بې فرهنګو په څېر يې خپلې شخړې اوج ته رسولې دي،ته وا چې شخړې او لاس و ګرېوانېدل هم د علمي بحثونو او مناظرو له آدابو ځنې دي او د روښانوونکيو دليلونو ځنې شمېرل کېږي ؟! همدا وضع ده،چې د پاسوالۍ دنده ژوندۍ کوي او انسان چاره پلټنې ته اړ باسي او غم او خواشيني کوي او ځان پوښتي،چې  : ايا چاره شته ؟څه بايد وکړو ؟

دا دى د کلونو او پېړيو لپاره د مسلمانانو خواشينونکي ټولنيز حالات! او دا دي،چې هغه کړاوونه،چې له هر لوري يې رانغاړلي يو :له مخکې او شاو او ښي او کيڼ لوري  او په دې ترڅ کې هغه قلمونه،چې بايد په کار واچول شي (چې د ټولنې د خير،سمونې او روښنګرۍ لپاره وي) کله مزودر قلمونه هم وي ،ځنې ګرو قلمونه هم دي او کله هم احساساتي قلمونه وي او په دې اړپېچونو او شخړو کې دي،چې ټولنه د سقوط کندې ته ورګوزارېږي؛نو څه بايد وکړو؟چاره څه ده ؟

لږه لږه مې د کړاوونو او ستونزو پر وړاندې د صبر کاسه نسکوره شوه او ټول وجود مې په دې خواشينۍ کې ډوب شو .دا وو،چې پر ١٣٢٩ ه س کال مصر ته روان شوم .په دې هيله،چې د نيل د سيند پر اوبو به مې د ارمانونو تنده ماته کړم او په زړه کې مې تېر شول،چې خپلو يو لړ هيلو ته به ورسم او څوک به ومومم،چې خپلې څرګندونې ورته وکړم او د مسلمانانو د خيرغواړۍ او سمونې ‏لار به ورسره ولټوم او د مسلمانانو د بېلتون ددې ناروغۍ درملنه به وکړم،چې يو له بله یې بېل کړي دي او د خداى شکر،چې هيله مې پلي شوه؛ځکه د مصر سيمه په علم او اخلاص سمبال ده او څرګند حقيقتونه او کوټلي دليلونه مني او دا د مصر له غوره امتيازونو ځنې دي .

په مصر کې مې په خوشحالۍ او هوساينې بخت ملګرى شو او زه يې د هغه سيمې له يو ستر عالم سره مخ کړم،ستر عقلمن عالم،چې ښه خويونه او ستره ټولنيزه اډانه يې درلوده،چې پر حقه يې د ديني مشرۍ پر ګدۍ اډانه وهلې وه او څومره ښکلي دي يو له بل سره د ديني علماوو  آشنايي،هغه مهال،چې په پاک روح او په زړه پوريو ويناوو او محمدي اخلاقو يو له بل سره چلن کوي .که يو ديني عالم د فضل او فضليت په ښکلې جامه پسوللى وي؛نو په خپله به هوسا او نېک روزي وي او لارويان به يې په هوسا او لورنه کې وي .څوک وارخطا نه دي،چې د زړه درد ورته ووايي .

د مصريانو دا ستر عالم او د مصريانو مشر –چې ما ورسره وکتل – داسې و او کومې ناستې مې هم،چې ورسره وکړې ،داسې وې .په دې کتنو کې مې ورته له خپلو ستونزو او خواشينيو سر وټکاوه او هغه هم له خپلو غمونو او وارخطاييو راته شکايت وکړ .ډېر خوښ وخت و؛ځکه په موږ کې یې دا انده راوخوټوله،چې د اسلامي يووالي لپاره د چارې په لټه کې شو …..[926]

٦. آيت الله العظمى سيد محمد حسين بروجردي

آيت الله واعظ زاده خراساني (د اسلامي مذاهبو د پيوستون د نړيوالې ټولنې سرمنشي)،چې د آيت الله بروجردي له زده کړيالانو ځنې دى،نقلوي،چې دوى (آيت الله بروجردي)د خلافت په باب،چې شيعه او اهلسنتو ترمنځ يوه مهمه اختلافي مسله ده،وايي :

“نن مسلمان اړمن نه دي،چې پوه شي،چې څوک خليفه و او څوک نه و،څه چې نن د مسلمانانو اړتيا ده،داده،چې پوه شي،چې له کومې سرچينې احکام اخستل کېږي،هغوى وايي :قرآن او سنت،موږ وايو: قرآن او عترت؛نو نن،چې نه کوم حکومت شته او نه کوم خلافت،موږ کولاى شو،چې خپلې خبرې عملي کړو او ووايو،چې د خلکو د ستونزو د هواري مرجع اهلبيت دي .”[927]

٧.په عمان کې د اسلامي هېوادونو د غونډې بيانيه

دا غونډه د اردن په پلازمينه عمان كې د 1426 د جمادى الاول له 27 څخه تر 29 پورې، چې د 2005 د جولاى له 4 څخه تر 6 نيټې پورې سمون خوري جوړه شوه، د غونډې نوم و “د اسلام حقيقت او په اوسنۍ ټولنه كې دهغه ونډه”.

په دې غونډه كې د اسلامي نړۍ مخورو وګړو- شخصيتونو ګډون كړى وو .

د لوى او بښونكي خداى په نامه

درود او سلام دې وي زموږ پر  نبي محمد (صلى الله عليه و آله) او د هغه پر آل باندې.

(اى خلكو! له خپل پالونكې څخه ووېرېږئ، هغه پالونكي، چې تاسې يې له يو تن څخه پېدا كړئ.)

(“نساء /1” )

د الازهر د ستر مشر شيخ مكرم د فتوی او د حضرت آيه الله العظمى سيد علي سيستاني د فتوی او د مصر د مفتي د فتوی او د شيعه د سترو مراجعو (جعفريه، زيديه) د فتوی او د عمان د مفتي د فتوی او په سعودي عربستان کې د د اسلامي فقهې د نړيوالې مجمع [، د تركېي د ديني چارو د اعلا مجلس فتوا،د اردن د مفتي فتوا ،د ښاغلي ډاكټر يوسف القرضاوى د فتوی پر بنسټ او همداراز د اردن د پاچا ملك عبدالله ثانى ابن حسين د پرانستې وينا له مخې او زموږ د علم پر بنسټ، چې د “خالصاً لوجه الله الكريم” لپاره دى او زموږ د څېړنېزو ویینو‏ او په غونډه ‏كې د وړاندې شويو نظرونوله مخې، د دى بيانيي د پاى لاسليك كوونكيو دا پايليزه پرېكړه تصويب كړه او پرې التزام لرو.

1- څوك چې د هر اسلامي مذهب لاروى وي؛ نو مسلمان دى. اسلامي مذهبونه دا دي: د اهل سنتو څلورګوني مذهبونه (حنفي، مالكي، شافعي او حنبلي)، جعفرى مذهب، زيدې مذهب، اباضي مذهب او ظاهريه مذهب. څوك چې پر دې اتو مذاهبو باور ولري؛ نو مسلمان به وي او تكفيرول يې جايز نه دي او وينه، آبرو او مال يې حرمت لري. د الازهر د شيخ د فتوی له مخې د اشعريه د عقيدې د لارويانو او د حقيقي تصوف د پلويانو او د واقعي سلفيانو د پلويانو تكفير روا نه دی .

2- د مسلمانانو بله هر ډله، چې پر خداى او د هغه پر رسول او اركانو ايمان ولري او د اسلام د اركانو حرمت او درناوي كوي او په يقين سره، څه چې د دين له ضرورياتو څخه وي ترې منكر نه وي؛ نو تكفيرول يې روا نه دي.

3- د ټولو اسلامي مذهبونو په منځ كې د اختلاف په پرتله ګډ ټكي ډېر تر سترګو كېږي. پر همدې بنسټ د اته ګونو مذاهبولارويان د اسلام د دين په اصولوكې يوه خوله دي.

ټول پر لوى او يو خداى عقيده لري او همدارنګه پر دې هم عقيده لري، چې قراّن كريم د لوى خداى له خوا پر پيغمبر اكرم (صلى الله عليه و اّله) نازل شوى او په يقين سره، چې دا كتاب د خداى كلام دى او حضرت محمد (صلى الله عليه و اّله) زموږ مشر، لارښود او د خداى پيغمبر دى او نړيوالو ته مبعوث شوى دى.

4- دا ټولې ډلې د اسلام په پنځګونو اركانو، شهادتينو، لمونځ، زكات، روژې او حج كې يوه خوله دي او همدارنګه د ايمان په اصولوكې هم سره يوه خوله دي لكه، پر خداى ايمان لرل، پر ملائكو ايمان لرل، د خداى له خوا پر رالېږل شويو اسماني كتابونو، پيغمبرانو، قيامت او په خير او شر كې د خداى پر تقدير ايمان لرل.

او د علماوو په مينځ كې اختلاف د دين په اصولو كې نه؛ بلكې په فروعو كې دى. او په فروعو كې دا اختلاف امت ته يو ډول رحمت دى؛ دا ځكه چې له ډېر پخوا څخه ويل شوي و، چې “د علماو د نظرياتو په منځ كې اختلاف يو غوره او نيك چار دى”.

5- پر اسلامي مذاهبو اعتراف په دې معنى دى، چې يو مسلمان په افتاْ او د شرعي احكامو په استنباط كې په ځانګړيو قواعدو باور ولري؛ نو ځکه روا نه ده څوك چې د فتوی وركولو وړتيا او وس نه لري او په هر مذهب كې، چې د استنباط كومې لارې چارې ښودل شوي پر هغه يې پوره برلاسي نه وي تر لاسه كړى فتوی وركړي او همدارنګه روا نه ده، چې يو تن په مذهب كې د فتوی طريقه او منهج په پام كې و نه نيسي او فتوی وركړي او پردې سربېره سمه نه ده، چې څوك د اجتهاد دعوا وكړي او له ځانه مذهب جوړ كړي او فتوی ګانې وركړي، چې د مسلمانانو د شريعت له كړۍ نه او د شريعت له ثابتو قوانينو او قواعدو څخه ووځي، چې په اسلامي مذاهبو كې بنسټيز شوي دي او په دين كې بدعت كېږدي.

6- د 1425 د قدر په شپه كې، چې كومه بيانيه د عمان د هاشمينو په جومات كې وويل شوه؛ نو د هغى بيانيي لنډ مطلب دا و، چې اسلامي مذاهبو او د هغوى د قوانينو درناوۍ دى؛ نو ځكه د مذهبونو درناوی او دلارويانو تر منځ يې خپلمنځي خبرې يوازېنۍ لار ده چې منځلاري ډاډ‏منوي او د مسلمانانوو په منځ كې د مهربانۍ او دوه اړخيزه خبرواترو ته لاره اواروي.

7- موږ ټول دې ته را بولوو، چې خپلې ګوندۍ او تربګنۍ دې  شا ته واچوي د يو بل درناوي دې وكړي او د توحيد پر كلمه دې منګولې ولګوي او مسلمان دولتونه او ملتونه دي خپلمنځې اړيكې لاپسې پياوړې كړي، چې اسلامي امت يو موټي شي او په خپل منځ كې دې ورورولي د “حب فى الله” په كړۍ كې پراخه او ژوره كړي او د اسلامي امت جرړې دومره پياوړې كړي، چې په كې نه فتنه را منځ ته شي او نه په كې څوك لاس وهي.

8- خداى تعالى وايي: مومنان سره وروڼه دي او تل د خپلو مسلمانانو ورونو په منځ كې سوله وكړئ، ښائى د خداى تر رحمت لاندې راشئ. (حجرات/10)

والحمد لله وحده[928]

٨.د يوسف قرضاوي (د اسلامي نړۍ د علماوو د ټولنې رئيس) فتوا

پوښتنه :په مذهب او نظر کې د مخالفت په پار د يو عقيدتي،فقهي او سلوکي مذهب لارويانو تکفيرول جايز دي ؟

ځواب : “الحمدلله و الصلاة و السلام على سيدنا رسول الله صلى الله عليه وسلم ،

د الهي توفيق تر غوښتو وروسته،د پوښتنې په ځواب کې وايم :

څوک چې د زړه له اخلاصه  ووايي :” اشهد ان لا اله الله و ان محمداً رسول الله “؛نو مسلمان دى .له ټولو مسلماني حقوقو نه برخمن دى او ټول دندې يې هم پر غاړه دي .داسې وګړى د دوزخ اور ته له ننووتو خلاصون موملى .که يوازې په ژبه شهادتين ووايي او زړه يې پرې ايمان نه لري؛نو منافق دى .په ظاهر کې پرې د مسلمانانو احکام جاري کېږي، که څه د دوزخ په خورا لاندېنيو برخو کې يې ځاى دى؛په یو متفق عليه حديث کې راغلي دي :

“امرت ان اقاتل الناس حتى يقولوا : (لا اله الا الله،فاذا قالوها فقد عصموا منى دماءهم و اموالهم الا بحقها و حسابهم على الله =راته حکم شوى،چې له خلکو سره وجنګېږم تر څو،چې ” لا اله الا الله” وايي؛نو دا جمله يې چې وويله؛نو زما له لوري يې وينه او شتمني خوندي ده؛خو د اسلامي قوانينو له مخې (د قصاص او دياتو تر بريده)؛خو اخروي حساب يې خداى سره دى.) “[929]؛نو ځکه ځينو اسلامي علماوو ويلي دي : اسلام په يوه جمله کې پټ دى،د شهادت جمله،په دې جمله انسان اسلام ته ننوځي او اسلامي حکم پرې جاري کېږي .

ډېرى احاديث هم په دې چار دلالت کوي؛لکه :

١.”من شهد ان لا اله الا الله و ان محمداً رسول الله حرم الله عليه النار = څوک چې ” لا اله الا الله و ان محمداً رسول الله ” ووايي؛نو خداى پرې د دوزخ اور حراموي .”[930]

٢-“من شهد ان لا اله الا الله وحده لا شريک له،و ان محمدا عبده و رسوله و ان عيسى عبده و رسوله و ابن امته و کلمته التى القاها الى مريم و روح منه و ان الجنة حق،و ان النار حق و ان البعث حق،ادخله الله الجنة على ماکان من عمله،من اى ابواب الجنة الثمانية شاء =څوک چې شهادت ورکړي،چې بې له ايکي يو خداى بل خداى نشته او شريک نه لري او محمد يې بنده او استازى دى او عيسى يې هم بنده او استازى او د هغه د وينځې او کلمې زوى دى او کومه کلمه يې چې مريم ته ورالقاء کړه او روح يې دى او جنت حق دى،دوزخ حق دى او قيامت حق دى؛نو هره کړنه،چې لري،خداى به يې جنتي کړي،د جنت له اتو ورونو ځنې،چې يې په هر يوه خوښه وي .”[931]

٣-  (“من شهد ان لا اله الا الله دخل الجنة “=څوک،چې شهادت ورکړي،چې بې له ايکي يو خدايه بل خداى نشته؛نو جنتي دى”).[932]

٤- ( “من قال لا اله الا الله مخلصا دخل الجنة =څوک چې د اخلاص له مخې ووايي :” لا اله الا الله “؛نو جنتي دى.”)

٥-(“من قال لا اله الا الله و کفر بما يعبد من دون الله حرم ماله و دمه و حسابه على الله =څوک،چې ووايي :” لا اله الا الله ” او پر هغه څه کافر شي،چې بې له خدايه يې عبادت کېږي؛نو مال او ځان يې محترم دى او حساب يې له خداى سره دى .”)[933]

٦- (” من مات لا يشرک بالله شيئا دخل الجنة =څوک چې په داسې حال ومري،چې خداى ته پر څه څيز پر شريک قايل نه وي؛نو جنت ته به ننوځي .”)[934]

٧-(“من مات لا يشرک بالله شيئا دخل الجنة و من مات يشرک بالله شيئا دخل النار =څوک چې په داسې حال ومري،چې خداى ته پر شريک قايل نه وي؛نو جنت ته به ننوځي او څوک چې په داسې حال ومري،چې خداى ته يې شريک نيولى وي؛نو اور ته به ننوځي .”)[935]

٨-“من مات و هو يعلم ان لا اله الا الله دخل الجنة =څوک چې په داسې حال ومري،چې پوه شي،چې بې له ايکي يو خدايه بل خداى نشته؛نو جنت ته به ننوځي .”)[936]

دا ټول روايتونه –چې صحيح هم دي – پردې دلالت کوي،چې اسلام ته د ننووتو لار د شهادت کلمه ده او که انسان صادقانه ويلې وي او ومري – نه د نفاق له مخې – نو له اوره يې د خلاصون لاملېږي او جنتي دى،په ژوند کې يې چې هر څه کړې وي؛يعنې که د يو انسان عقيده سمه وي؛نو اور ته له ننووتو خلاصون مومي،که څه ډېرى ګناهونه يې هم کړې وي .

کوم نومونه،چې ځينې مسلمانان يې نورو ته اخلي، مهم نه دي .

سلفي،صوفي،شيعه،سني،اشعري،معتزلي،ظاهري،مقاصدي او ….مسمى دي او مضمون اصل دى؛نه نوم او عنوان .

همداراز دا حديثونه د نورو هغو احاديثو په باب وارد دى،چې ايمان له ځينې کبيره ګناه کوونکيو؛لکه زنا،غلا، د شرابخورۍ او … څخه نفې کوي؛لکه د ” لايزانى الزانى حين يزنى و هو مؤمن =زناکار د زنا پر حال ايمان نه لري” حديث په څېر.د حديث منظور د ايمان د کمال نفې ده؛نه په خپله ايمان .

البته د حديث د مانا لپاره داسې تاويل اړين دى،چې د احاديثو ترمنځ ټکر او تناقض نه وي او په عربي ژبه کې داسې تاويلونه جايز دي .

د بېلګې په توګه وايو : پوهه هغه ده،چې ګټوره  وي. مراد ترې کامل علم دى. يا مور هغه ده،چې ماشوم وروزي؛يعنې کامله مور؛ځکه تر زېږون وروسته موروالى تر لاسه کېږي.

څوک چې اسلام ته ننوځي؛نو کافي ده،چې د اسلام پر ارکانو او واجباتو قلبي التزام اوباور ولري .که څه په عمل کې ګناهکار وي او پر ځاى يې نه کړي؛ځکه رسول الله (ص) به د هغو خلکو بې ځنډه اسلام مانه،چې شهادتين به يې ويل او په مسلمانانو کې به يې شمېره . که څه بيا دوى پر خپل وخت د لمونځ،روژې او  زکات په څېر په احکامو عمل و نه کړ .

د چا په اسلام راوړو چې ډاډمن شوئ؛نشو کولاى،چې له مسلمانانو يې بهر کړو؛خو داچې په کفر يې يقين پيدا کړو؛ځکه يقين په شک له منځه نه ځي او څه چې له اسلامه د وتو لپاره ډاډ راوړنکي دي،دادي،چې له بالضروره معلومه انکار وکړي يا کوم قطعي حرام،چې شک پکې نشته،حلال وشماري او يا داسې خبره يا کړنه وي،چې بې له کفره بل تاويل و نه لري؛لکه بې اجباره،چې بوت ته سجده وکړي يا قرآن تر پښو لاندې ولتاړي يا يې په ګند کې واچوي يا خداى او استازي (ص) ته کنځل وکړي يا داسې څرګند څه وليکي،چې په کفرتوب کې يې شک نه وي .

جايزه نه ده،چې يو مسلمان بل مسلمان د يوه ګناه کولو په پار له اسلامه بهر کړي،که څه دا ګناه يې کبيره هم وي؛ځکه سمه ده ،چې کبيره ګناه د انسان مسلمانتوب ټکنى کوي؛خو په ټوليزه يې له منځه نه وړي او په دې دليل،چې قرآن مجيد قاتل،د مقتول د اولياء دم ورور ګڼي،وايي :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالأُنثَى بِالأُنثَى فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاء إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ =[937] مؤمنانو! تاسې ته د قتل په پېښو كې د قصاص حكم ليكل شوى دى : ازاد، د ازاد او مريى د مريي او ښځه دې د ښځې په بدله كې ووژله شي او كه له قاتل سره ( ديني ) ورور څه نرمي وښووه (او د قصاص حكم يې د وينې په بيه بدل كړ)؛نو له غوره لارې دې كار واخلي ( او د وينې خاوند دې د ديه وركوونكي حال په پام كې ونيسي) او قاتل دې هم په نېكۍ او خوښۍ ( د مقتو ل ولي ته) ديه وركړي ( او ناغېړي دې پکې نه كوي) ))

قرآن هم د هغه مسلمانانو ايمان قبول کړى دى،چې يو له بل سر جګړې کوي،وايي :

((وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ  [938]= او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نوكه له هغو يوه ډله پر بلې تېرى وكړي؛نو له تېري كوونكې سره تر هغو وجنګېږئ،چې د خداى حكم ته راوګرځي؛نوکه راوګرځېد(او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛نو په منځ كې يې په عدل سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛ (ځكه) چې خداى انصاف كوونكي خوښوي . ))

 او په بل آيت کې وايي :

((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ [939]= په حقيقت كې مؤمنان يو د بل وروڼه دي؛نو د خپلو وروڼو ترمنځ (چې كله اختلاف پيدا كړي) روغه وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ،ښايي پر تاسې رحم  وکړاى شي . ))

او په دې ډول اسلام د زنا،تور،غلا،راهزنۍ او شرابخورۍ او د ارتداد په سزا کې پر توپير قايل دى . که هره کبيره ګناه کفر و ګڼل شي؛نو بايد ټولو ته د ارتداد سزا ورکړل شي؛نو ځکه علماء دې ديني نصوص يو له بل سره يو ځاى مانا کړي،متشابهات دې له محکماتو سره او فروع دې له اصولو سره په اړيکه کې کړي  او هغه روايتونه تاويل کړي،چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه کفر او د هغوى ځينې کړنې کفري کړنې شمېري؛لکه دا روايت : “لا ترجعوا بعدى کفارا يضرب بعضکم رقاب بعض = تر ما وروسته کفر ته مه مخه کوئ او ځينو مو د ځينو نورو ورمېږونه مه وهئ .”[940]

لکه څنګه چې جايزه نه ده،چې يو مسلمان يې د ګناه په پار له مسلمانۍ بهر کړو،همداراز جايزه نه ده،چې خطا او تېروتنې په پار يې هم دا کار وکړو؛ځکه عالم د تېروتى شي او د خطا عقوبت له امته اخستل شوى دى .

له حضرت ابن عباس نه د ابن ماجه د روايت له مخې،چې ابن حبان او حاکم تصحيح کړى،خداى خطا،نسيان او اکراه له دې امته لرې کړې دی.

په نړۍ کې د مشهورو مذاهبو لارويان،ټول په اسلامي کې مفهوم کې ننووتي دي،چې توضيح يې ورکړل شوه .هم فقهي مذاهب ،چې د اسلامي د عملي احکامو تبيين يې پر غاړه دى؛لکه د اهلسنتو څلورګوني مذاهب او ظاهري مذهب او هم اعتقادي او کلامي مذاهب،چې د دين له اصولو نه د اخستنې- برداشت له مخې رامنځ ته شوي دي؛لکه امام ابوالحسن اشعري (٣٢٤ه مړ) ته منسوب اشعري مذهب، امام ابومنصور ماتريدي (٣٣٣ ه مړ) ته منسوب ماتريدي مذهب او هم فقهي-اعتقادي مذهب؛لکه امام جعفر صادق (١٤٨ ه مړ) ته منسوب جعفري مذهب،امام زيد بن علي بن الحسين (١٢٢ ه مړ) ته منسوب زيدي مذهب او عبدالله بن اباض تميمي (د عبدالمالک مروان د پېر په وروستيو کې مړ) ته منسوب اباضي مذهب . دا ټول مذاهب د ايمان هغه ارکان مني،چې په قرآن کې راغلي دي :

” و من يکفر بالله وملائکته و کتبه و رسله و اليوم الاخر =څوک چې پر خداى،پرښتو،کتابونو،د خداى پر استازيو او د قيامت پر ورځ کافر شي ….”[941]

پر قدر ايمان درلودل (چې په نبوي سنتو کې راغلي) پر خداى د ايمان يوه برخه ده .

دا مذاهب همداراز د اسلام پر عملي ارکانو؛لکه شهادتينو،لمونځ، زکات،د رمضان پر روژې او د چا چې وسه وي د بيت الله پر حج ايمان لري .

 همداراز اسلامي قطعي محرمات؛لکه : وژنه،ځان وژنه،زنا،د لوط د قوم عمل ،شرابخوري ،غلا ،غصب ،رباخوري،د يتيم د مال خوړل او پر پا پاکلمنو مؤمنو ښځو تور او نور ګناهونه،چې د کتاب او سنتو په محکماتو کې ورته د کولو په صورت کې يې د عذاب وعده ورکړ شوې ده او اسلامي امت يې پر ګناهتوب اجماع لري،حرام ګڼي .ټول د اسلام پر قطعي احکامو؛لکه عبادتونو،معاملاتو،واده،حدودو،قصاص او شرعي او مالي سياستونو او نورو احکامو ايمان لري .ټول په هغه چارو کې اجتهاد مني،چې په اړه يې قطعي الثبوت والدلاله نص نه وي راغلى.

اجتهاد يو لړ اصول او ضوابط لري،چې د شرع اصولو ته ورګرځي که څه طريقه يې په بېلابېلو مذاهبو کې سره توپير لري.ځينې مذاهب،نص ته ډېره لېوالتيا لري،ځينې يې ډېرى د راى پلوي دي،ځينې يې ظواهر اخلي او ځينې يې مقاصد غوره کوي .

له مجتهدينو ځنې هر يو يې،چې په اجتهاد کې واقعي الهي حکم ته ورسېد؛دوه اجره لري او هغه چې په دې لار کې تېرواته؛نو يو اجر به لري؛ځکه خپله ټوله هڅه يې کړې ده او د حق په لټه کې و؛نو بايد له اجره بې برخې نشي .په دې باب يو صحيح متفق عليه حديث موږ ته رارسېدلى دى .د مجتهد تېروتنه توپير نه کوي،چې په اصولو کې وي که په فروعو کې،په  علمي چارو کې وي که په عملي چارو کې . څېړونکيو علماوو دا خبره ښه تبيين کړې ده . د تېروتنې په پار يې د مجتهد ګناهکار ګڼل،کافر خو لا لرې خبره ده،هغه څه دي،چې د بقرې د سورت له دې آيت سره په ټکر کې دي :

((لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَآ أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ [942] = خداى هر څوك تر خپلې وسې مكلف بولي (انسان) چې څه ( ښه) وكړي؛نو ځان ته يې كړي او هره (بدي) چې وكړي؛نو د ځان په زيان به يې كړې وي .(مؤمنان وايي:) پالونكيه !كه له موږ څه هېره او خطا وشي؛موږ پرې مه نيسه . پالونكيه! پرموږ هغه پېټى مه ږده؛لکه چې هغه دې (د ګناه اوسرغړونې له امله) زموږ پر مخكېنيو ايښى و. پالونكيه ! پر موږ هغه پېټۍ مه ږده،چې د پورته كولو وس يې نه لرو او د ګناهونو نښې را نه ووينځه،ومو بښه،راباندې ولورېږه،ته زموږ پالندوى( او مرستندوى) يې او پر كافرانو مو بريالي كړه .  ))

په صحيحو روايتونو کې راغلي،چې خداى دا دعا اجابت کړې ده. که خداى هغه مجتهد ته سزا ورکړي،چې خپله ټوله هڅه يې کړې ده؛خو حقيقت ته په رسېدو کې تېروتى دى؛نو د هغه تېروتنې له امله يې مجازات کړى دى،چې د پورته آيت له مخې يې عقوبت رفع شوى دى او داسې يو تکليف يې ور ترغاړې کړى،چې له وسې يې پورته و .

امام ابن تيميه وايي :هر مؤمن،چې د حق په غوښتنه کې اجتهاد وکړي او تېروځي،تېروتنه چې يې هر څه وي،خداى يې بښي،که علمي چارو کې وي که په نظري چارو کې او که عملي فروعو کې وي . د پېغمبر اکرم (ص) اصحاب او د اسلامي مشران ټول په دې راى وو؛خو په اصولي چارو (چې انکار ترې د کفر لامل دى) او په فرعي چارو (چې انکار ترې د کفر نه لاملېږي) د چارو ويش يو بې بنسټه چار دى،چې نه له صحابه وو رارسېدلى نه له تابعانو او نه له نورو اسلامي مشرانو .

امام ابن الوزير وايي : له تېروتنې د تېرېدو لپاره خورا آيتونه راغلي دي. ظاهرا اهل تاويل ددې آيتونو په مانا کې تېروتي دي –ځکه له آيتونو يې د غلط تفسير لپاره پر تعمد علم نه لرو او باطن علم يوازې له خداى سره دى –چې يو يې دا آيت دى :

((وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُم بِهِ وَلَكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا  [943]=او په هغه (خبره) كې،چې تېروتي ياست (او بې پامه ورته د نورو په نامه غږ وكړئ؛ نو) ګناه درباندې نشته؛خو هغه چې له  زړونو يې وكړئ (؛نوپه اړه يې مسؤول ياست) او خداى دى،چې ډېر بښونكى (او) مهربان دى . ))

او همداراز :

((رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا  [944]= پالونكيه !كه له موږ څه هېره او خطا وشي؛موږ پرې مه نيسه .))

ددې آيت په تفسير کې دوه صحيح حديثه لرو؛يو له حضرت ابن عباس (رض) او بل حضرت ابوهريره (رض)،چې خداى تعالى وايي : ((“قدفعلت”=يعنې اجابت مې کړ او تاسې د هېر او تېروتنې له امله نه مواخذه کوم .))

په بل آيت کې خداى تعالى وايي : ((وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ [945]= او پر خپلې ګناه ټينګار نه کوي؛ځكه پوهېږي (چې بديې كړي دي) . ))

خداى هغه ګناهکاران،چې د پوهې له مخې ګناه کوي،په پوهې په پار يې رټي او د مؤمن د قتل په باب په سخته وايي : ((وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ  [946]= او څوك چې مؤمن په لوى لاس ووژني؛نو سزا يې دوزخ دى .))

په دې آيت کې د دوزخ وعده په لوى وژنې پورې تړاو لري .

د احرام په حال کې د ښکار په باب وايي : ((وَمَن قَتَلَهُ مِنكُم مُّتَعَمِّدًا   [947]= كه چا په لوى لاس وواژه ))

ډېرى احاديث هم په دې مانا راغلي دي ؛لکه د سعد او ابوذر او ابي بکره (رضي الله عنهم) احاديث،چې صحت ته يې د نظر يووالى شته دى،د هغه چا په باب،چې د پوهې له مخې په دروغو د پردي سړي په باب ادعا وکړي،چې پلار يې دى .دلته هم پوهه د عذاب د وعدې لپاره شرط ګنل شوى دى .

په دې باب روښانه حديث د هغه بوډا په باب دى،چې د ناپوهۍ له امله يې وصيت وکړ،چې تر مړينې وروسته يې وسوځوئ او په يوه توپاني ورځ کې يې نيمه ايره په بيديا او نيمه په سمندر کې خوشې کړي،چې د خداى لاسونو ته ورنشي،چې په عذاب يې نه کړي،بيا پرې وېره کېناسته او خداى پرې ولورېد او …

دا خبره يې يا پر خداى او معاد د ناپوهۍ له امله وه او يا د خداى له قدرته د ناپوهۍ له امله او فکر يې کاوه،چې که ايره يې وشيندل شي؛نو خداى ته يې راټولول ناشوني دي .

خو خداى پرې ولورېد او ناپوهۍ يې له منځه ولاړه او له الهي عقوبته ووېرېد او …..دا سړى له داس کيسې سره،چې خبره يې د ناپوهۍ له امله وه،چار يې کفر ته نه رسي؛خو داچې د الهي پېغمبرانو په پوهه علم ولري او داچې دا چار خداى ته شونى دى،نه ناشونى او بيا هم پېغمبران تکذيب کړي .

خداى تعالى وايي : ((وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولاً = [948] او موږ هېڅكله (يو قوم) نه عذابوو،څو مو پېغمبر ورته نه وي استولى (چې خلك په خپلو دندو پوه كړي ) .

دا حديث هغوى ته خورا هيلمنوونکى حديث دى،چې د آيتونو په تاويل کې تېروتي او هغه حديث دى،چې صحت ته يې يوه خوله دي او يوې ډلې اصحابو؛لکه حذيفه،ابوسعيد او ابوهريره (رضی الله عنهم) رانقل کړى دي؛بلکې لکه څنګه چې په جامع الاصول او مجمع الزوايد کې راغلى،هغه حديث دى،چې راويان يې تواتر ته رسېدلي دي،د حذيفه  (رض) په روايت کې راغلي دي،چې دا سړى  نباش و .

څه مو چې وويل،په تاييد کې يو لړ حديثونه دي،چې خداى وايي : ” انا عند ظن عبدى بى فليظن بى ما شاء=زه هغسې يم،چې بنده مې ګومان کوي؛نو څنګه يې چې خوښه وي،زما په باب دې فکر وکړي .”

دا احاديث له درېو لارو راغلي دي،چې ټولې يې صحيح دي.

ډېرى اسلامي علماوو ويلي دي :مسلمان د هغه الفاظو په پار،چې کله يې له خولې راوځي،تکفيرولاى نشو؛خو داچې ويونکى يې په کفر پوهه ولري . د محيط خاوند وايي : دا د ابوعلي جبايي او محمد بن حسن شيباني او شافعي عقيده ده .[949]

ان “په درې اوياوو د امت د ويشل کېدو”حديث،چې ډېرى علماء يې مني او وايي،چې دا درې اويا واړه فرقې په دوزخ کې دي ؛خو يوه فرقه يې ،چې “ناجيه فرقه” نومول شوې ده . ان دا حديث هم – له ټولو ستونزو سره،چې په سند او دلالت کې يې شته – بېلابېلې فرقې يې د امت؛يعنې د اسلامي امت او “محمدي امت” برخه ګڼلي دي.د روايت د صدر له امله،چې له د پېغمبر اکرم (ص) له قوله يې راوړي دي،چې :”ستفترق امتى”؛يعنې امت مې فرقه فرقه کېږي .دې حديث ټول د امت په متن کې راوړي دي او موږ ته جايز نه دي،چې په خپلو تاويلاتو او تکلفاتو يې له امته بهر کړو .

بخاري له حضرت انس بن مالک (رض) رانقلوي،چې پېغمبر اکرم (ص) ويلي دي :” من صلى صلاتنا و استقبل قبلتنا و اکل ذبحتنا،فذلک المسلم الذى له ذمه الله و ذمه رسوله،فلا تخفروا الله فى ذمته =يعنې څوک زموږ په څېر لمونځ وکړي او زموږ قبلې ته مخه  کړي او زموږ له حلالې وخوري،مسلمان دى او د خداى او د هغه د استازي په پناه کې دى؛نو تاسې يې د خداى د واک تر ولکې لاندې مراقب ووسئ .”[950]

بخاري هم داسې رانقل کړي،چې حضرت بن مالک وپوښتل شو: اباحمزه ! څه څيز د بنده وينه او مال حراموي ؟ ځواب يې ورکړ : څوک چې شهادت ورکوي،چې بې له ايکي خدايه بل خداى نشته او زموږ قبلې ته مخه  کړي او زموږ په څېر لمونځ وکړي ،زموږ له حلالې وخوري؛نو مسلمان دى او د مسلمانۍ له ټولو حقوقو برخمن دى او د مسلمانۍ ټولې دندې و ترغاړې دي . [951]

ددې خبرې مانا داده،چې بايد ددې وګړي پر مسلمانۍ حکم ورکړو او اسلامي احکام پرې جاري کېږي که څه ګناهکار وي يا په ځينو علمي چارو کې تېروځي که په اصولو کې وي که په فروعو کې؛لکه څنګه چې دا خبره په علم کې راسخينو جوته کړې ده .

خداى هغه دعا اجابت کړې ده،چې د بقرې سورت په پاى کې يې رازده کړې ده او د تېروتنې او هېر ګناه يې له موږ اوچته کړې ده :” ((رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا  [952]= پالونكيه !كه له موږ څه هېره او خطا وشي؛موږ پرې مه نيسه .))

په دې موضوع کې خداى تعالى د علمي او عملي او اصولو او فروعو ترمنځ توپير نه دى ايښى .

د صحابه وو عمل هم زموږ کړنې تاييدوي.صحابه وو خوارج تکفير نه کړل؛لکه څنګه چې له حضرت علي (ک)،سعد بن ابي وقاص (رض) او نورو نه روايت شوي دي . ابن الوزير وايي : د حضرت علي (ک) په واسطه د خوارجو نه تکفيرول راته له څو لارو جوت شوي دي .همداراز د حضرت علي (ک) په واسطه د خوارجو د مالونو بېرته ورکول هم راته له څو لارو جوت شوي دي. له حضرت جابر (رض) نه روايت دى،چې چا ورته وويل :ايا تاسې کوم اهل قبله ته د مشرک خطاب کوئ ؟ ورته يې وويل: اعوذبالله او بيا يې وژړل .

ورته وويل شول : ايا څوک پکې کافر ګڼئ ؟ و يې ويل : نه ![953]

د تکفير د خپراوي په انکار کې د سترو مشرانو ويناوې

کوم مطالب مو چې دلته وويل،د اسلامي مذاهبو سترو مشرانو هم ويلي دي او موږ هم پردې مطالبو د ټينګار لپاره يې ځينې هغه ويناوې راوړې دي،چې زموږ له مطالبو سره له  تکفيرولو مخنيوى کوي . 

د اشاعره وو او نورو متکلمانو وينا

د عضدالدين ايجي په المواقف کتاب او د سيدشرف الدين جرجاني په شرح کې يې،چې د متاخرو اشاعره وو له مهمو کتابونو ځنې دى، راغلي دي :

” ډېرى متکلمان او فقهاء په دې آند دي،چې د يو اهل قبله تکفيرول هم جايز نه دي “.شيخ ابوالحسن اشعري د “مقالات اسلاميين” د کتاب په پيل کې ويلي دي :”ځينې مسلمانان ځينې نور بې لارې ګڼي او کرکه ترې کوي او په پايله کې ډله ډله شول؛خو اسلام يې سره راټولوي او ټول په خپله غېږ کې رانغاړي .”

دا د اشعري مذهب دى،ډېرى اصحاب هم همدا رايه لري . له امام شافعي رانقل شوي،چې وايي : ” د يوه مذهب د لاروي شهادت هم نه ردوم؛خو د “خطابيه وو”؛ځکه د حليت په کذب ګروهن دي “.

حاکم د المختصر د کتاب خاوند په المنتقي کتاب کې له حضرت امام ابوحنيفه (ره) رانقل کړي دي،چې :” هغه د اهل قبله وو نه هېڅ څوک هم نه تکفيراوه .ابوبکر رازي هم همدا راى له کرخي او نورو رانقل کړې ده .

هغه ويلي دي :”معتزله،چې تر ابوالحسن مخکې وو،په شخړه کې شول او زموږ اصحاب-؛يعنې اشاعره- يې په ځينو چارو کې تکفير کړل . زموږ ځينو يارانو هم ورته کار وکړ او هغوى يې په ځينو چارو کې تکفير کړل . استاد ابواسحاق اسفراييني ويلي دي : ” هر مخالف،چې موږ تکفير کړي،موږ يې هم تکفيروو او که داسې نه وي؛نو نه “.

د مواقف خاوند او شارح يې د مسلمانانو د عدم تکفير لپاره يې د ډېرى متکلمانو او فقهاوو  راى تاييدکړې ده،که څه په ځينې اعتقادي چارو کې له حق عقيدې سره مخالف هم وي؛ځکه کوم اعتقادي مسايل،چې اهل قبله پرې يو بل سره اړپېچ لري؛لکه ايا خداى د بندګانو د کړنو پنځوونکى دى که نه ؟ ايا خداى څېره لري که نه؟ايا په آخرت کې ليدل کېږي که نه؟ ايا هغه غواړي،چې  ګناه وشي که نه ؟ او دې ته ورته ټولې نظري چارې دي،چې پېغمبر اکرم (ص) به د هغوى په باب تازه مسلمان شوي وګړي نه پوښتل او دې چارو ته له توجه پرته او بې له دې چې په لټه کې يې شي،د وګړيو د مسلمانۍ حکم يې ورکاوه .

صحابه وو او تابعان هم همداسې کول .

له دې چلنونو معلومېږي،چې د وګړي مسلماني دې پوښتنو ته ځواب ته تم نه ده او په دې چارو کې تېروتل يې د مسلمانۍ حقيقت نه ټکنى کوي او که د وګړيو د اسلام د صحت حقيقت په دې پورې اړه درلوده او پکې تېروتلو به د وګړيو د اسلام حقيقت ټکنى کاوه؛نو واجبه به وه،چې په دې چارو کې د خلکو د اعقتاد څرنګوالى وڅېړل شي؛خو پوهېږو،چې نه د پېغمبر اکرم (ص) په پېر کې،نه د صحابه وو په پېر کې او نه د تابعانو په پېر کې د داسې چارو په باب څه خبره نه وه .[954]

امام محمد غزالي د معتزله وو،مشبهه وو او بدعت ايښوونکيو ډلو په باب،چې د ديني متونو په تاويل کې د اجتهاد له مخې تېروتي دي تر ويناوو وروسته وايي : ” هغه څه چې بايد محصلان ترې ډډه وکړي،له تکفيره ډډه کول دي،تر هغه وخته چې لار ورته وي؛ځکه د قبلې پر لوري د لمونځ کوونکيو او د لا اله الا الله د ويونکيو د ځان او مال مباح ګڼل ناسم چار دى او د زرو کافرو په ژوندي ساتلو کې تېروتنه،د يو مسلمان د يو څاڅکي د وينې د تويېدو له تېروتنې اسان دي .”

او پېغمبر اکرم (ص) ويلي دي : “امرت ان اقاتل الناس حتى يقولوا لا اله الا الله محمد رسول الله،فاذا قالوها فقد عصموا منى دماءهم و اموالهم الا بحقها =راته حکم شوى،چې له خلکو سره تر هغه مهال وجنګېږم،چې لا اله الا الله و محمد رسول الله ووايي او دا جمله يې چې وويله؛نو ځان او مال يې په امن کې دى؛خو په حقه .”

غزالي هم داسې ويلي دي : “موږ ته جوته شوې نه ده،چې په تاويل کې تېروتنه د کفر لاملېږي .دا چار دليل ته اړتيا لري؛خو د لا اله الا الله د يوونکيو عصمت قطعا ثابته شوې ده او هېڅ څه يې نشي زايلولاى؛مګر قطعي علم .همدومره کافي ده،چې توجه ولرو په تکفير کې زياده روي او ‏ښنده- مبالغه د برهان د دليل مؤيد نه دى؛ځکه برهان بايد يا يو شرعي اصل وي يا د يو شرعي اصل پر بنسټ يو قياس وي . هغه شرعي اصل،چې د کفر لامل دى (د خداى او استازي يې او ….) تکذيب دى .څوک يې چې تکذيب نه کړي،بل هر چار هم چې د کذب په مانا وي،د هغه په هکله نه دى؛نو هغه د شهادت د کلمې په ويلو سره تر عموم عصمت لاندې پاتې کېږي .”[955]

د حنفي مذهبو فقهاوو نظر

جامع الفصولين د حنفيانو يو کتاب دى،چې پکې راغلي دي :” طحاوي زموږ له اصحابو رانقل کړي دي :هېڅ څوک له ايمانه نه بهر کېږي؛خو داچې له هغه څه منکر شي،چې ايمان ته د ننووتولامل وي .په چا چې يقين حاصل شو،چې مرتد شوى دى ؛نو د ارتداد حکم پرې جاري کېږي او د چا په ارتداد،چې شک و؛نو د ارتداد حکم پرې نه جاري کېږي؛ځکه وګړيو ته ثابت شوى اسلام په شک له منځه نه ځي او اسلام او مسلماني برلاسي دي ….

نو غوره به وي،چې  کله په دې باب کوم شکايت کوم ته راوړل شي؛نو اهل اسلام دې نه تکفيروي “. زه (د جامع الفصولين خاوند) وايم : دا مطلب مې ځکه مخکې راووړ،چې د هغه ويناوو لپاره يوه کچه وي،چې په دې څپرکي کې مې رانقل کړل؛ځکه په ځينو منقولاتو کې د تکفير حکم راغلى دى،حال داچې ددې سريزې له مخې،د تکفير ځاى نه دى- پام وکړئ .”

په “خلاصه” او نورو کتابونو کې راغلي دي :

چې کله په يوه چار کې بېلابېل احتمالات وو،يو احتمال يې د تکفير لامل او نور احتمالات يې له تکفيره د مخنيوي لامل دي؛نو  مفتي بايد د هغه احتمال اړخ ونيسي،چې له تکفيره مخنيوى کونکى  دى او هغه بايد مسلمانانو ته حسن ظن ولري .

په بزازيه کې زيات شوي دي : ” خو داچې وګړى ټينګار وکړي ،چې د يو مطلب اراده يې کړې ده،چې د کفر لامل دى؛نو په دې بڼه کې به تاويل ته ځاى پاتې نشي .” د بېلګې په توګه : که څوک د يو مسلمان وګړي د دين سپکاوى وکړي،په يوه احتمال دا سپکاوى د دين سپکاوي او استخفاف په مانا دى؛نو د کفر لامل دى او په بل احتمال مراد يې د مسلمان پرېوتي اخلاق او ناوړه چلن دى – نه په خپله د دين سپکاوى – په هر ځاى کې،چې په کفر کې اختلاف وي؛نو خبره بايد په ښه محمل حمل کړو که څه پر يوه ضعيف روايت په تکيه وي؛نو ډېرى په کفر ککړ لغات ،چې په کارېږي؛نه شو کولاى،له مخې يې د تکفير حکم ورکړو او زه ژمن يم،چې په دې اقوالو هېڅکله د تکفير حکم صادر نه کړم ….”[956]

ابن عابدين په ردالمختار کتاب کې له خير رملي نقل کړي، چې هغه د صاحب بحر په دې وينا (که څه په ضعيف روايت په تکيه وي) پسې ويلي دي : ” که څه روايت له غيرمذهبانو هم وي. دليل يې دادى،چې شرط شوى دى،چې د هغه څه انکار د کفر لامل دى،چې د مسلمانانو پرې اجماع وي .”[957]

حنفى څېړونکى،کمال الدين بن الهمام وايي :

” د مذهبيانو په خبرو کې د تکفير حکم خورا زيات دى؛خو دا يوه هم د مجتهدانو اوفقيهانو خبره نه ده او دا احکام غير فقهاوو ويلي دي او د هغوى پر خبرو ډاډ  نشته .”[958]

د مالکي مذهبو فقهاوو ويناوې

د مالکي مذهبيانو د نظريو په رانقلولو کې يوازې د شاطبي د نظر په رانقلولو بسيا کوو : هغه د الاعتصام په کتاب کې د بدعتپالو او کوږ اندو تر ذکر وروسته وايي :” اسلامي امت ددې فرقو،چې بدعتونه يې کړي دي،د لارويانو د د تکفير په باب سره اړپېچ لري؛خو څه چې سم برېښي او له روايتونو سره ډېر همغږي دي،د هغوى پر تکفير د پرېکندتوب نشتوالى دى او دې مطلب ته زموږ دليل،په هکله يې د صالح سلف عمل دى .

نه ګورئ،چې حضرت علي –رضى الله عنه- له خوارجو سره څنګه چلن وکړ ؟ آنحضرت ورسروه د اسلاموالو په څېر چلن وکړ،د خداى د وينا له مخې، ” وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا [959]= او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ “

چې کله حروريان (خوارج) راټول شول او د مسلمانانو له ټولي بېل شول؛نو آنحضرت پرې بريد و نه کړ او ورسره و نه جنګېد او که چېرته هغوى په خپلو وتو مرتد شوي وو؛نو حضرت علي (ک) به هېڅکله نه وو پرېښي؛ځکه پېغمبر اکرم (ص) ويلي دي :” من بدل دينه فاقتلوه=چاچې خپل دين بدل کړ؛نو و يې وژنئ .”

حضرت ابوبکر –رضي الله عنه- هم،چې له اهل رده سره جګړې ته راووت؛هغوى يې پرې نه ښوول؛ځکه دې دوو ډلو توپير درلود ،معبد جهني او اهل قدر هم چې راښکاره شول؛نو صالح سلف يې يوازې په شاته کولو،شړلو،دښمنۍ او ورسره په کرکې اکتفا وکړه او که هغوى په خپلو وتو پر محض کفر لاس پورې کړى و؛نو د مرتد حد به پرې جاري کېده . عمر بن عبدالعزير هم په موصل کې د خپل پېر د حروريانو (خوارجو) له وژنې ډډه وکړه؛لکه څنګه چې حضرت علي (ک) ويلي وو،چې د مرتدانو چلن ورسره و نه کړئ .

خو د مانا له پلوه :که څه موږ وايو : هغوى د فتنې او تاويلپالۍ له مخې د خپلو ځاني غوښتنو او د قرآن کريم د متشابهاتو لارويان دي؛خو هغوى يوازې د ځاني غوښتنو لارويان نه دي او په بشپړه توګه د قرآن له متشابهاتو لاروي نه کوي؛ځکه که داسې وه؛نو کافر ګڼل کېدل؛ځکه په اسلامي شريعت کې  دا چار يوازې هغوى کوي،چې د عناد له مخې د قرآن محکمات نفې کوي،چې البته دا چار کفر دى؛خو څوک چې اسلامي او محمدي شريعت تصديقوي، بالاخره د قبلې پر لوري وفاق لري؛لکه څنګه چې د حضرت علي –رضي الله عنه- د زمانې دوه زره خوارج هم ورستانه شول؛که څه ډېريو يې داسې و نه کړل .[960]

د شافعي مذهبي فقهاوو نظر

د ابوحامد غزالي نظر مو راووړ،چې هم د شافعي مذهب له مشرانو ځنې دى او اشعري عالم دى،دلته به نورو شافعي مذهبو علماوو نظر رانقل کړو :

 د صحيح مسلم په شرح کې د نووي ويناوې

“پوه شئ ! د اهل حق مذهب له مخې،يو اهل قبله هم د ګناه په پار نه تکفيرېږي، اهل هواء او بدعتپال هم (لکه خوارج او معتزله او …) هم نه تکفېرېږي .څوک چې د اسلام له اړتياوو ځنې له يوه منکر شي،مرتد او کافرېږي؛خو داچې نوى مسلمان شوى وي او يا په لرې بيديا کې لوى شوى وي يا داچې له هغو وګړيو ځنې وي،چې دا چارې ترې پټې پاتې وي .په دې ترڅ کې لومړى يې سمه عقيده ورپېژندل کېږي که بيا يې هم ترې انکار وکړ؛نو د کفر حکم يې ورکول کېږي همداراز که څوک د زنا، شرابخورۍ وژنې او نورو محرماتو پر حلالوالي قايل وي،چې د اسلام له اړتياوو ځنې دي .”

ابن حجر په تحفه کې وايي :

“غوره ده،چې مفتي تر شوني بريده د وګړيو په تکفيرولو کې احتياط وکړي؛ځکه تکفيرول خطرناک چار دى او په دې چار کې ډېرى کفرويونکي –په تېره بيا عوام وګړي –جدي قصد نه لري .پخواني او اوسني شافعي مشران مو په همدې نظر وو،پر خلاف د حنفي مذهبي مشرانو،چې د تکفيرولو حکم يې ډېرو ځايونو ته پراخه کړ،حال داچې هغه ځايونه د تاويل وړ دي؛بلکې له هغوى غير کفر آميزه معنا ترې متبادره ده .”

هغه بيا له زرکشي د حنفيانو له نظره د تکفير د پراخوالي لاملونه رانقلوي وايي : ” ډېرى موارد،چې د تکفير د لاملونو په باب د فتوا په کتابونو کې راغلي دي،له حنفيه مشايخو نه په نقل سره دي او د هغوى متاخران او پارسايان له دې اراوو او نظرياتو سره مخالف او ترې منکر دي،وايي :له دې وګړيو تقليد جايز نه دى؛ځکه دوى په اجتهاد پېژندل شوي نه دي او دا څرګندونې يې د امام ابوحنيفه پر يوه کتاب هم نه دي مستندې کړي؛ځکه د  ابوحنيفه له عقېدې سره په ټکر کې دي .امام ابوحنيفه وايي : زموږ په نزد بنسټيز اصل ايمان دى،چې د خلاف پر يقين پرته يې څه نه نفې کوي .”

دې مطلب ته بايد توجه وکړو او هغوى چې مسلمانان تکفيروي،بايد له موږ او حنفيه علماوو پر حذر وي؛ځکه وېره ده،چې د مسلمانانو په تکفيرولو په خپله په کفر ککړ شي .

زموږ ځينې څېړونکيو (شافعيانو) او هغوى (حنفيانو) خورا ارزښتمې ويناوې کړې دي : ابوزرعه،چې له متاخرو څېړونکيو ځنې دى،ويلي دي :که څوک ووايي،چې د خداى په پار مې پرېږده او هغه ځواب ورکړي،چې ته مې د زرو خدايانو په پار پرېښوولې؛نو د کفر حکم يې نه شو ورکولاى؛ځکه مراد يې دادى،چې په زرو الهي لاملونو يا په زرو الهي خوشې کولو مې پرېښوولې،که څه د لفظ ظاهر دا نه وايي؛خو تر شوني بريده دې د انسانانو له ځانه ډډه وشي په تېره بيا په هغو ځايونو کې،چې ددې خبرې ويونکى په ناوړه عقيده نه وي پېژندل شوى؛خو دا چې د ناوړه وينا د ظاهر له امله تاديب شي .”[961]

د حنبليانو څرګندونې

دلته به يوازې د امام ابن تيميه د ويناوو په رانقلولو بسيا وکړو ،څوک چې له بدعتپالو سره په سخت دريځۍ او شدت عمل مشهور و.شيخ الاسلام ابن تيميه وايي : “د ګناه کولو په پار او هغه اعتقادي تېروتنو له امله د مسلمانانو تکفيرول جايز نه دي، چې مسلمانان په کې اختلاف لري،ان بې لارې خوارج هم،چې پېغمبر اکرم (ص) يې ورسره د جګړې حکم ورکړى و او اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب (ک) يو له راشده خلفاوو ځنې ورسره وجنګېد او ټولو صحابه وو،تابعانو او نورو ديني مشرانو يې ورسره د جګړې لپاره يوه خوله وو؛خو سره له دې حضرت علي ابن ابيطالب (ک) او حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) او نورو صحابه وو تکفير نه کړل او سره له دې،چې ورسره وجنګېدل؛خو مسلمان يې ګڼل او د جګړې پيل ورسره علي (ک) و نه کړ،تردې چې هغوى د مسلمانانو وينې تويې کړې او د خلکو شتمنۍ يې چور کړې؛نو په دې وخت کې د ظلم د لرې کولو او بريد د تمبونې لپاره ورسره وجنګېد،نه د کافرتوب په پار يې؛نو ځکه يې د هغوى ښځې اسيرانې نه کړې او د هغوى مالونه يې غنيمت نه کړل .”

په يو ځاى کې،چې د يوې ډلې بې لارې په نص او اجماع جوته شوې وي او خداى او استازي (ص) يې ورسره د جګړې حکم ورکړى وي؛نو نه تکفيرېږي؛نو هغه طوايف،چې په ځينو ځايونو کې – چې ان د هغوى ډېر تېروتي دي – حق پرې مشتبه دى،معلوم دى .يوه مسلمانه ډله هم نه شي کولاى،چې بله مسلمانه ډله تکفير کړي،کېداى شي ددې ډول تکفيرول بدعت خورا شديد وي . حقيقت خو دادى،چې ډېرى کږلاري،هغه وګړي دي،چې په حقيقت د نه پوهېدو او د حقيقت په پوهه کې د ناپوهۍ له امله يې سره اړپېچ پيدا کړى دى.اصل دادى،چې د مسلمانانو ځان،مال او آبرو پر يو بل حرامه ده او بې د خداى او استازي يې په اجازې نه حلالېږي .

که يو مسلمان له ديني متونو د ناسمې اخستنې او تاويل له مخې،له بل مسلمان سره وجنګېږي يا يې تکفير کړي؛نو نه کافرېږي؛لکه څنګه چې حضرت عمر بن الخطاب (رض) د خاطب به ابي بلتعه په باب پېغمبر اکرم (ص) ته وويل : رسول الله (ص) ! اجازه راکړئ،چې ورمېږ يې غوڅ کړم . پېغمبر اکرم (ص) وويل : دا هغه څوک دى،چې په بدر کې حاضر شوى و او ته څه پوهېږې،کېداى شي خداى بدريانو ته ويلي وي،چې :” څه مو خوښه وي و يې کړئ،مابښلي ياست .” دا حديث په صحيحينو کې راغلى دى .

او بيا په صحيحينو کې راغلي دي :سيد بن خضير(رض)، سعد بن عباده (رض) ته وويل : ته منافق يې او له منافقانو دفاع کوې !دواړه سره دښمنان شول او بيا يې پېغمبر اکرم (ص) په منځ کې روغه وکړه .

دا بدريان دي،چې ځينو يې پر ځينو تور ولګاوه او و يې ويل،چې ته منافق يې؛خو پېغمبر اکرم (ص) هغوى تکفير نه کړل؛بلکې ټولو ته يې د جنت وعده ورکړه .همداسې دي په صفين او جمل کې پخواني جنګېدلي مسلمانان،سره له دې،چې هغوى ټول مسلمانان او  مؤمن وو،لکه څنګه چې خداى په باب وايي :

وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا [962]= او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ “

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ [963]=په حقيقت كې مؤمنان يو د بل وروڼه دي؛نو د خپلو وروڼو ترمنځ (چې كله اختلاف پيدا كړي) روغه وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ،ښايي پر تاسې رحم  وکړاى شي .”

خداى ويلي دي،چې هغوى چې يو له بل سره جنګېدلي او پر يو بل يې بريد کړى دى،يو د پل مؤمن وروڼه دي او حکم يې کړى،چې ترمنځ يې په عدالت چلن وشي .[964]

د زيديه او خپلواک مشرانو ويناوې

په تېرو مخونو کې مو د ابن الوزير  د ويناوو مهمه برخه رانقل کړه .دلته هم له السيل الجرار نه د امام شوکاني ځينې ويناوې رانقلوو :

پوه شئ، کوم مسلمان پر خداى او د قيامت پر ورځې ايمان لري ورته روا نه ده، چې له اسلامه د مسلمانانو د وتو او کفر ته يې د ورننووتو حکم ورکړي؛خو داچې د لمر په څېر روښانه دليل يا برهان ولري؛ځکه په صحيحو حديثونو کې او له يوې  ډلې صحابه وو رانقل شوي دي،چې “من قال لاخيه يا کافر فقد باء بها احدهما =څوک چې خپل ورور ته ووايي : کافره!نو يو له هغوى ځنې پرې ککړى شوى دى.” (؛يعنې که رښتيا وي؛نو هغه کافر دى او که پر ناحقه يې ويلي وي؛نو په خپله ويونکى يې کافر شوى دى)

په يو صحيح حديث کې داسې راغلي دي او صحيحينو او نورو کې په نورو الفاظو راغلى دى : “من دعا رجلا بالکفر او قال عدوالله و ليس کذلک الا حارعليه –اى رجع- و فى لفظ فى الصحيح فقد کفر احدهما = څوک چې چاته د کفر په لقب غږ وکړي يا  ورته ووايي : (د خداى دښمنه) او هغه داسې نه وي؛نو دا نسبت يې خپل ځان ته ورګرځي يا په بل تعبير : قطعا يو له هغو دواړو ځنې يو کافر دى .

دا ډول او ورته حديثونه ستر نصحيتونه او د لارې خنډونه دي،چې د نورو په تکفيرولو کې یې بيړه و نه کړه .خداى تعالى ويلي دي :

وَلَـكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا [965]= خو چاچې (په خوښه خپله) سينه كفر ته پرانسته “

بايد د کفر پر وړاندې پراخه سينه،ارام روح او ډاډمن زړه ولرو. شرکي عقايدو مو چې غوږو ته رارسي،اعتبار نه لري په تېره بيا چې کله يې ويونکى له اسلام سره د مخالفت په نسبت جاهل وي او کوم اعمال،چې کوي،چې له اسلامه پرې د وتو او د کفر د ننووتو قصد پرې و نه لري،دا راز کفر لړلي الفاظ که د يوه  مسلمان له خولې راووځي؛خو ويونکى يې دهغې په مانا او مفهوم عقيده نه لري؛نو هېڅ د اعتبار وړ نه دي .[966]

شوکاني ددې کتاب په يو بل ځاى کې،د وضوء النهار د خاوند په دې جمله د تعليق ترڅنګ “و المتاول کالمرتد و قيل کالذمى “وايي : تاويل ګر د مرتد حکم لري او ځينو ويلي دي،چې د ذمي حکم لري “. په دې کوټليو او عبرتناکو جملو يې ويلي دي :”دلته دي،چې بايد اوښکې تويې شي او اسلام او مسلمانانو ته وير وشي،چې په دين کې تعصب د ډېرى مسلمانانو پر سر څومره جنايتونه کوي او د کفر نسبت ورکوي؛نه د سنتو پر بنسټ او د قرآن د آيت له مخې،نه د خداى د کلام په استناد او نه دليل او برهان له مخې؛بلکې د ديني تعصب د دېگ د خوټېدو او په مسلمانانو کې د درز اچونې لپاره د شيطان د بري په خاطر،چې د يو بل په نسبت يې د هغوى ترمنځ يو لړ القائات شيندلي دي ؛لکه خشاک،چې په هوا کې او سراب په بيديا کې وي .نو خدايه ! د مسلمانانو په حال ژړا په کار ده ددې بلا په پار،چې ددين لپاره  خورا ملاماتوونکې بلا ده او د مسلمانانو لپاره بې سارى کړاو دى او که تا ته لږ عقل هم پاتې وي او لږ الهي مراقبت درسره وي او اسلامي غيرت ولرې،پوهېږې او ټول هغه وګړي ،چې د اسلام له فرهنګ سره اشنا دي،پوهېږي،چې ” پېغمبر اکرم (ص)د اسلام په باب وپوښتل شو.آنحضرت (ص) يې د حقيقت او مفهوم په باب وويل :” انه اقامه الصلاة و ايتاه الزکاة و حج البيت و صوم رمضان و شهادة ان لا الا الا الله = لمونځ وکړي،زکات ورکړي،د خداى د خونې حج ته ولاړ شي،د رمضان د مياشتې روژه ونيسي او شهادت ورکړي،چې بې له ايکي يو خدايه بل خداى نشته .”

په دې مانا احاديث خورا ډېر دي . څوک چې دا پينځګوني ارکان ومني او سم يې پر ځاى کړي،د ټولو منکرانو په درلودلو بیا هم ،مسلمان دى هر څوک چې وي او هر څوک،چې د پېغمبراکرم (ص) د وينا پر خلاف بې بنسټه او جاهله خبره کوي؛نو پر مخ يې ور وولئ او ورته ووياست : پرتې دې له ځان سره کېږده،دا هماغه د حمد بن عبدالله –صلوات الله و سلامه عليه- برهان دى .

“دعوا کل قول عند قو محمد     فما آمن فى دينه کمخاطر”

(هر خبره د محمد وينا ته پرېږدئ،چې څوک چې په خپل دين کې ډاډمن دى؛د هغه په څېر نه دى،چې په خطر کې دى)

لکه څنګه چې ددې پينځګونو ارکانو د پر ځاى کوونکيو په باب د رسول الله (ص) حکم تېر شو،آنحضرت (ص) د هغو وګړيو پر ايمان حکم ورکړى،چې پر خداى، پرښتو،کتابونو،الهي پېغمبرانو،قضا او قدر؛شر وي که خير ايمان ولري او دا خبره ترې متواتره رانقل شوې ده؛نو څوک چې داسې وي،حقيقتا مؤمن دى .

او موږ په همدې نږدو کې هغه دلايل وويل،چې د مسلمانانو د تکفيرولو منع کوي او د هغوى د پت او آبرو د ساتلو وجوب هم ووايه،چې په دين کې ورته په هره وسيله له طعنه ورکونې د ډډې دلالت دى؛دا خو لا لرې خبره ده،چې له دينه يې بهر کړو او کفر ته يې وردننه کړو؟دا هغه جنايت دى،چې سارى نه لري او هغه سپين سترګې ده،چې بديل نه لري .دا خړ سترګي،چې خپل ورووڼه تکفيروي چېرته او د رسول الله (ص)دا وينا چېرته ؟،چې وايي :” المسلم اخوالمسلم لا يظلمه و لا يسلمه =مسلمان د مسلمان ورور دى؛نه پرې ظلم کوي او نه يې (دښمنانو) ته سپاري .”

او دا هم د سرورکائنات حضرت محمد مصطفى (ص) وينا ده، چې : ” سباب المسلم فسوق و قتاله کفر = مسلمان ته کنځل فسق او ورسره جنګېدل فسق  کفر دى .”

همداراز بله وينا يې ده :” ان دمائکم واموالکم و اعراضکم حرام =په تحقيق،چې وينې مو،مالونه مو او آبرو مو حرامه ده .”

دا احاديث صحيح دي .

دا ډول صحيح احاديث خورا  ډېر دي او همداراز په دې باب خورا قرآني آيتونه راغلي دي او ښيون – هدایت د خداى په لاس کې دى :

إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ =په حقيقت کې ستا،چې چاته خوښه وي (؛نو) ته ورته (په زوره) سمه لار نشې ښوداى؛خو د خداى،چې چاته خوښه شي،سمه لار ورښيي او پالونكى دې سم لاري ښه پېژني .[967]

دا نقل قولونه مې په لوى لاس اوږده رانقل کړل،چې هغوى ته لار وتړو،چې د “لا اله الا الله” د يونکيو له  تکفيرولو هېڅ وېره نه لري . هغوى بايد له خدايه وډارېږي،هم په خپل حق کې او هم د مسلمانانو په حق کې او له فتنې اچونې دې ډډه وکړي،چې د هغو وينو د تويېدو او د هغو شتمنيو د له منځه تلو لامل دى،چې د شهادتينو په  کلمې يې خوندېينه لاس ته راوړې ده او نه بايد د مذهبي اختلاف او په عملي چارو کې د نظر د اختلاف په پار په فتنه لاس پورې کړو ولا حول ولا قوة الا بالله ….”[968]

د آخر دعوانا ان الحمدلله رب العالمين

دوحه،١٤ جمادي الاول ١٤٢٦ هجري،١٢ جون ٢٠٠٥ زېږديز

د پالونکي بښنې ته اړمن،يوسف قرضاوي

 

 

 

 

او دې لیکنې ته به د ستر خوشال په دې اشعارو د پای ټکی کېږدوه :

درست په داپوهېږم چې څلور مذهبه حق دي

زه دحنــــــــــفي مذهب دعـــوى لرم محکمه[969]

زه خودزړۀ درد غـواړم په هر يو مذهــــب کې

تا زده ستا خبرې ،چې نقلونه رنګارنګ کړې[970]

دامت يې برګزين دي اثناعــــــشر

په بزرګۍ د همه جهان مخدوم دي

 

 

 

سرچينې

١- محمد بن اسماعيل بخاري؛صحيح بخاري،چاپ : پر ١٣٢٠ س د مصر خيريه چاپځى .

٢-مسلم بن حجاج نيشابوري؛صحيح مسلم،چاپ :پر ١٢٩٠س د مصر بولاق مطبعه .

٣-محمد بن عيسى ترمذي؛صحيح ترمذي،چاپ : پر ١٢٩٢ د مصر بولاق مطبعه .

٤-احمد بن شعيب نسائي؛صحيح نسائي،چاپ :پر ١٣١٢ د مصر ميمنه مطبعه .

٥- ابي داود سيساتي؛صحيح سيساتي،پر ١٢٨٠ د کستليه مطبعې چاپ .

٦-ابن ماجه قزويني؛صحيح،په دهلي کې د فاروقي مطبعې چاپ .

٧-حافظ ابي عبدالله محمد بن عبدالله نيشابوري په حاکم نيشابوري مشهور؛مستدرک الصحيحين،پر ١٣٢٤ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ .

٨-امام احمد بن حنبل؛مسند،چاپ :پر ١٣١٣ د مصر د ميمنه مطبعه .

٩-امام مالک بن انس؛موطا ،چاپ :پر ١٢٨٠ د مصر حجريه مطبعه .

١٠- امام نعمان ابي حنيفه؛مسند،پر ١٣٠٦ د هندوستان په لاهور کې د محمدې مطبعې چاپ .

١١-امام ابي عبدالله محمد بن ادريس شافعي؛مسند،پر ١٣٠٦ د هندوستان په شهراره کې د خليلي مطبعې چاپ

١٢- ابي عبدالله محمدبن اسماعيل بخاري د صحيح بخاري خاوند؛ادب المفرد،پر ١٣٠٦ د هندوستان په شهراره کې د خليلي مطبعې چاپ

١٣-حافظ سليمان بن داود؛د ابي داود طيالسي مسند،پر ١٣٢١ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ .

١٤-حافظ ابي محمد عبدالله بن رحمان دارمي؛سنن دارمي،پر ١٣٤٩ د د مشق د اعتدال مطبعې چاپ .

١٥-حافظ ابي بکر احمد بن حسين بن علي بيهقي؛سنن کبرى،پر ١٣٤٩ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ .

١٦-حافظ بن ابي الحسن علي بن عمر دارقطني؛سنن،چاپ : پر ١٣٥١ د دهلي د انصاري مطبعه .

١٧- ابي نعيم حافظ بن عبدالله اصفهاني؛حلية الاولياء،چاپ : پر ١٣٥١ د مصر د سعادت مطبعه.

١٨- حافظ شهاب الدين ابي الفضل عسقلاني په ابن حجر مشهور؛ فتح الباري فى شرح بخاري،چاپ : پر ١٣٧٨ د مصر د مصطفى بابى حلبي او زامنو مطبعه .

١٩-محمد بن سعد کاتب واقدي؛طبقات کبرى،چاپ : پر ١٣٢٢ د بريل ليدن مطبعه .

٢٠-حافظ ابي بکر احمد بن خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ،چاپ : پر ١٣٤٩ د سعادت مطبعه.

٢١-امام ابي جعفر محمد بن جرير طبري؛تاريخ الامم والملوک،چاپ : پر ١٣٥٧ د قاهرې استقامت مطبعه.

٢٢-محمد بن حسن شيباني د امام ابوحنيفه زده کړيال؛مشکل الاثار،چاپ : د هند په لکناهور کې د انوار محمدي مطبعه .

٢٣-ابي جعفر طحاوي؛شرح معاني الاثار: پر ١٣٠٠ د مصطفائي مطبعه .

٢٤-عزالدين ابي الحسن علي بن محمد په ابن اثير مشهور؛اسدالغابه ،چاپ : پر ١٢٨٥ د مصر وهبيه مطبعه .

٢٥-حافظ ابي عمر يوسف بن عبدالله په ابن عبدالبر مشهور؛ استيعاب،پر ١٣٣٦ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ .

٢٦-محمد بن حسن شيباني د امام ابوحنيفه زده کړيال؛الاثار،چاپ : د هند په لکناهور کې د انوار محمدي مطبعه .

٢٧-امام حافظ شهاب الدين احمد بن علي بن محمد عسقلاني په ابن حجر مشهور؛الاصابه ،پر ١٨٥٣ ز  د کلکتې چاپ،چې د مصر د چاپ له نسخې سره سمون خوري .

٢٨-شيخ الاسلام شهاب الدين احمد بن علي بن حجر عسقلاني؛تهذيب التهذيب،پر ١٣٢٥ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ .

٢٩- حافظ شمس الدين محمد بن احمد په ذهبي مشهور؛ميزان الاعتدال،چاپ : پر  ١٣٢٥د مصر دسعادت مطبعه .

٣٠- د جامع البيان تفسير؛امام ابي جعفر محمد بن جرير طبري پر ٣١٠ مړ،چاپ : پر ١٣٢١ د مصر د کبرى بولاق مطبعه .

٣١-د کشاف تفسر؛امام محمدبن عمر زمخشري پر ٥٢٨ مړ،چاپ : پر ١٣٥٤ د مصطفى محمد مطبعه .

٣٢-د مفتاح الغيب تفسير په تفسير کبير مشهور،امام محمد رازي  فخرالدين د علامه ضياء الدين عمر په خطيب رازي  مشهور زوى، پر ٦٠٦ مړ،چاپ : د دارالطباعه عامره مطبعه .

٣٣-ستر امام جلال الدين عبد الرحمن ابي بکر سيوطي؛ د منثور فى تفسير الماثور تفسير،چاپ : پر ١٣١٤ د مصر ميمنه مطبعه .

٣٤-شيخ امام ابي الحسن علي بن احمد په واحدي مشهور؛اسباب النزول،چاپ : پر ١٣١٥ د غيط النوبي مطبه .

٣٥- احمد بن ابراهيم ثعلبي؛ قصص الانبياء (عرائس التيجان) : پر ١٢٩٤ د بمبۍ حيدري مطبعه .

٣٦-حافظ و حجت ابي عبدالرحمان احمد بن شعيب نسائي د سنن نسائي خاوند؛خصايص اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب،چاپ :١٣٤٨ د التقدم العلمي مطبعه .

٣٧-ابن محمد عبدالله بن مسلم په ابن قتيبه مشهور؛الامامة والسياسة،چاپ : پر ١٣٣١ د فتوح الادبيه مطبعه .

٣٨- حافظ نورالدين علي بن ابي بکر هيثمي؛مجمع الزوائد؛هغه نسخه،چې د حسام الدين قدسي په هڅه او اهتمام پر کال ١٣٥٢ چاپ شوې ده .

٣٩-کنزالعمال د جمع الجوامع حافظ سيوطي د متقي هندي ليکنې شرح،پر ١٣١٢ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ .

٤٠-فيض القدير د جامع الصغير سيوطي شرح د علامه عبدالروف مناوي ليکنه،چاپ : پر ١٣٥٦ د مصطفى مطبعه .

٤١-کنوز الحقائق فى احاديث خير الخلائق د علامه عبدالروف مناوي ليکنه،هغه نسخه،چې د حافظ حسين حلمي په تحرير پر ١٢٨٥ په اسلامبول کې چاپ شوې ده .

٤٢-حافظ ابي جعفر احمد بن عبدالله په محب طبري طبري مشهور؛رياض النضره،هغه نسخه،چې په ړومبي ځل د مصر په اتحاد مطبعه کې چاپ شوې ده .

٤٣-ابي جعفر احمد بن عبدالله په محب طبري مشهور؛ذخائر العفبى هغه نسخه،چې د حسام الدين قدسي په هڅه پر ١٣٥٦ چاپ شوې ده .

٤٤-شهاب الدين احمد بن حجر هيثمي؛صواعق المحرقة،چاپ ،پر ١٣١٤ د مصر ميمنه مطبعه .

٤٥- د علي بن سلطان محمدي قاري مرقاة المفاتيحد خطيب تبريزي د مشکاة المصابيح شرح د ابي محمد حسين بن مسعود فراء بغوي د مصابيح شرح،هغه نسخه،چې پر ١٣٠٩ د مصر په ميمنه مطبعه کې چاپ شوې ده

٤٦- شيخ شبلجني په مؤمن مشهور؛نورالابصار،چاپ : ١٣٢٢ د مصر ميمنه مطبعه .

 

(الف) داهل سنت والجماعت پورې اړوند کتاپونه له قرآن مجيد

سربېره ؛

١–  امام بخاري (رح) :ابوعبدالله محمد بن اسماعيل بن ابراهيم ( ١٩٤ هه – ٢٥٦ هه مړ)،صحيح بخاري.

٢— صحيح مسلم : تاليف ابوالحسين مسلم بن حجاج قشيرى نيشاپورې ( ٢٠٦يا ٢٠٤ – ٢٦١ هه مړ).

 ٣– صحيح ترمذي په سنن ترمذي مشهور: تاليف مجمد بن عيسى بن سورة سلمى (٢١٠- ٢٧٩ مړ )

٤–  دارمي سنن: تاليف ابو محمد عبدالله  بن الرحمن دارمي  ( ١٨١- ٢٥٥هه مړ)

٥–  دامام احمد حنبل مسند: تاليف ابو عبدالله  احمد بن  محمد بن حنبل  شيباني مروزي ( ١٦٤ – ٢٤١ هه مړ)

٦–  داپو داود سجستاني سنن : تاليف سليمان بن اشعت بن اسحاق  بن بشير بن شداد ازدي حنبلي ( ٢٠٢- ٢٧٥م هه مړ)

٧–  دابن ماجه سنن: تاليف ابو عبدالله  محمد بن يزيد بن عبدالله بن ماجه قزوينى ( ٢٠٩- ٢٧٣هه مړ)

٨–  صحيح نسائي ياسنن نسائي : تاليف ابوعبدالرحمن احمد بن شعيب نسائى (٣٠٣هه مړ) 

٩–  المستدرک على الصحيحين :بخاري اومسلم ،تاليف ابو عبدالله محمد بن عبدالله بن محمد نيشاپوري ( ٣١١- ٤٠٥ هه مړ) .

١٠–  کنزالمعال فى سنن  الاقوال والافعال :تاليف علاء الدين  علي بن حسام الدين عبدالملک بن قاضيخان متقي په هندي مشهور ( ٨٨٥- ٩٧٥هه مړ)

١١–  دابن سعد طبقات : داصحابو،تابعينو اوعالمانو د طبقو کتاب ،ابوعبدالله  محمد  بن سعد بن  منيع زهري بصري ( ١٦٨-٢٣٠هه مړ)

١٢–  اسد الغابه الکامل فى التاريخ دابن اثير په تاريخ مشهور: تاليف عزالدين علي ، بن محمد  بن محمد بن عبدالکريم شيباني جزري په ابن اثير مشهور.( ٥٥٥-يا ٥٥٠ – ٦٣٠ هه مړ)

١٣–  تاريخ  الخلفاً،دسيوطي په تاريخ مشهور اوالئالي  المصنوعة في الا حادث المو ضوعة )) ((الدر المنثور في تفسير الماًثور)) : تاليف  جلال الدين عبدالرحمن  ابو بکر بن ناصر الدين محمد شافعي په سيوطي  مشهور( ٨٤٩- ٩١١هه مړ)

١٤–  بغداد تاريخ : تاليف احمد بن علي بن ثابت ،په خطيب  بغدادي مشهور(٣٩٢ يا ٣٩١ – ٤٦٣ هه مړ)

١٥–  تاريخ الخميس : تاليف ،شيخ  حسين بن محمد بن حسن د ياربکري مالکى ( ٩٦٦هه مړ)

١٦–  تاريخ الامم والملوک،په طبري ترايخ مشهور : تاليف، ابوجعفر محمد بن . جرير ابن جريرابن  يزيد طبري ٢٢٤ – ٣١٠ هه مړ)

١٨–  تذکرة الخواص الامة ،پر سبط ابن جوزى تذکره باندې  مشهور:تاليف ابومظفرشمس  الدين  يوسف بن قزاوغلي بن عبدالله  بغدادي حنفي په سبط بن جوزي مشهور ( ٥٨١ يا ٥٨٢ – ٥٦٤ هه مړ)

١٩–  ميزان  الاعتدال ، تاريخ  الاسلام اوسيرة اعلام النبلا ء، تذکرة  الحفاظ، تلخيص مستدرک حاکم : تاليف ،شمس الدين  ابوعبدالله  محمد بن احمد بن عثمان بن قايماز ترکمني مصرى  شافعي په ذهبي مشهور(٦٧٣- ٧٤٨هه مړ)

٢٠–   تاريخ  مدينه  دمشق، دابن عساکر په تاريخ مشهور: تاليف ،ابوالقاسم علي بن حسين بن هبة اله دمشقي په ابن عساکر مشهور(٤٩٩ – ٥٧١مړ)

٢١–  دابن کثير تفسير اوالبداية والنهايهة دابن  کثير په تاريخ  مشهور: تاليف عماد  الدين عماد الدين ابو لفداءاسماعيل بن عم ربن کثير قرشي دمشقي بصري شافعي ( ٧٠٠ يا ٧٠١ – ١٣٠٤ هه مړ)

٢٢–  السيرة الحلبية: تاليف احمد بن  زينى دحلان مکي شافعي ( ١٢٣١- ١٠٤٤ هه مړ) .

٢٣–  السيرة الحلبيه،اسنان  العيون فى سيرة الا مين والمامون: تاليف : على بن برهان الدين حلبي شافعي (٩٨٤ – ١٠٤٤هه مړ)

٢٤–  رياض النضره او ذخاير العقبى : تاليف حافظ ابي جعفراحمد بن عبدالله په ((محب طبري)) مشهور( ٦٩٤ هه مړ)

٢٥–  الصواعق المحرقه ، تاليف : شهاب  الدين ابن حجر هيثمي شافع ي ٩٧٤ هه مړ.

٢٦–   سنن دارمي ، تاليف ابو محمد عبدالله  دارمي ( ٢٥٥هه مړ)

٢٧–  مناقب  ابن مغازلي : تاليف علي بن  محمد واسطي شافعي په ابن المغازلي مشهور٤٨٣ هه مړ.

٢٨–  مناقب او مقتل  الحسين خوارزمي : تاليف موفق  بن احمد الخوارزمي  حنفي ،په  خطيب خوارزمي  مشهور٥٦٨ هه مړ.

٢٩–  مجمع الزوايد هيثمي : تاليف ،نور الدين على بن ابي بکر هيثمي شافعي ٨-٧ هه مړ.

٣٠–  جامع  الاصول  ابن اثير: تاليف ، ابن  الاثير، المبارک بن محمد،٦٠٦هه مړ.

٣١–  المعجم الکبير، معجم الاوسط او المعجم  الصغير:تاليف  ابوالقاسم سليمان  بن اجمد الطبيراني ٣٦٠ هه مړ.

٣٢–  مسند ابي يعلي : تاليف احمد بن  علي التميمي الموصلي ٣٠٧ هه مړ.

٣٣–  الاصابة في تمييز الصحابة،تهذيب التهذيب اولسان الميزان تاليف :ابو الفضل شهاب  الدين احمد بن علي بن  محمد کناني عسقلا ني مصري شافعي په ابن حجر مشهور ( ٧٧٣ – ٨٥٢ مړ)

 ٣٤–  الاستيعاب في معرفة الا صحاب : تاليف ابو عمر يوسف بن عبدالله په ابن عبدالبر نمرى قرطبي اشعري مشهور دى ( ٣٦٨- ٤٦٣ يا ٤٦٠ هه مړ)

٣٥–  انسان الاشراف اوفتوح البلدان:تاليف بلاذري ابوجعفر احمد بن يحيى بن جابربغدادي  ٢٧٩ هه کال مړ.

٣٦–  العقد الفريد: تاليف شهاب الدين احمد بن محمد بن عبدربه اندلسي مرواني مالکي ( ٢٤٦- ٣٢٨هه مړ)

٣٨–  ينابيع المودة محد ث شيخ سليمان بن ابراهيم قنددوزي افغانستانى حنفي  ١٢٩٤ هه مړ.

٣٩–  کنوز الحقايق،في احاديث خير الخلايق،تاليف عبدالروف مناوي (١٠٣١هه مړ)

٤٠— کفاية الطالب ، محمد  بن يوسف ګنجي شافعي ( ٦٥٨هه مړ) .

٤١– الکشف والبيان في تفسير القرآن ،تاليف ابو اسحاق احمد بن محمد  بن ابراهيم ثعلبي، مخطوط .

٤٢–  فيض القدير( دسيوطي دجامع الصغير شرحه) د عبدالروف  مناوي تاليف.

٤٣–  الفصول المهمه، ابن صباغ مالکي ٨٥٥ هه مړ .

٤٤—فردوس الاخبار،شيرويه بن شهردار ديلمي ( ٥٠٩ هه مړ)

٤٥—فرائد السطين ،ابواسحاق ابراهيم حمويني جويني ( ٧٢٢هه مړ)

٤٦–  شرح ابن ابي الحديد: تاليف عزالدين ابوحامد عبدالحميد بن هية الله بن محمد مدائين معتزلي، شافعي ،په ابن ابي الحديد مشهور ( ٥٨٦- ٦٥٥ هه مړ)

٤٧–  شواهد التتزيل حاکم ابوالقاسم  بن حداد حسکاني حنفي ( ٤٩٠هه مړ)

٤٨–  سنن دارقطني ،حافظ ابوالحسن علي بن عم ردار قطني شافعي ( ٣٨٥هه مړ )

٤٩–  سنن کبرى ، حافظ ابي بکر احمد بيهقي ( ٤٥٨هه مړ)

٥٠–  حلية الاوليا، ابي نعيم ، حافظ احمد بن عبدالله اصفهاني ( ٤٣٠ هه مړ)

٥١—الجمع بين الصحاح السة، تاليف ابوالحسن رزين بن معاذه  بن عمار ، عبدرى سرقسطي اندلسي.

٥٢–  الجمع بين الصحيحين ، تاليف ابو عبدالله محمد بن نصرحميدي .

٥٣—مفتاح الغيب تفسير ،په تفسير کبير مشهور، امام فخررازي، فخر الدين ، ٦٠٦ هه مړ.

٥٤–  کشاف تفسير ، محمد بن عمر زمخشري معتزلي ٥٢٨ هه مړ.

٥٥—اسباب النزول،شيخ  امام ابي الحسن علي بن احمد په واحدي مشهور.

٥٦–  احياً العلوم ، المنقد من الضلال ، علم الدني اوسر العالمين ابوحامد محمد غزالي  په امام  غزالي مشهور ( ٥٥هه مړ)

٥٧–  نور الابصار ،سيد محمد مؤمن شبلنجي ١٢٩ هه وروسته مړ .

٥٨–  مودة القربي ،سيد علي بن شهاب الدين همداني ( ٧٨٦ ق مړ)

٥٩–  نظم دررالسطين محمد بن يوسف الزرندي حنفي ٧٥هه مړ .

٦٠–  آل بيت الرسول ، داکتر عبدامعطي امين قلعجي مصري .

٦١–  مسند طيالسي، ابي سلمان بن داوود الطيالسي ٢٠٤هه مړ.

٦٢—المغازي، محمد بن عمربن واقدالواقدي ٢٠٨ هه مړ.

٦٣—سيرة النبي ، ابن هشام عبدالملک  بن هشام الحميري٢١٨هه مړ.

٦٤–  ارمغان خوشحال .

٦٥—کليات امير حمزه شينواري ( ١٩٠٧م – ١٩٩٢ مړ )

٦٦—التاج الجامع الاصول،شيخ منصور علي ناصف ١٣٧١ هه مړ.

٦٧—الاغاني ، مقاتل  الطالبيين ، ابو الفرج اصفهاني ( ٣٥٦) هه مړ.

٦٨–  مروج الذهب ومعادن  الجوهر او التنيه والاشرف ،علي بن الحسين المسعودي ٣٤٦هه مړ .

٦٩–  ارجح المطالب، شيخ عبيدالله حنفي امر تسري ( ١٤مه هجري پېژۍ )

٧٠–   مناقب سيدناعلي ، علامه عيني حنفي حيدر آبادي ( له ١٣٥٢ هه وروسته مړ)

٧١–  وسيلة النجاة، تاريخ ائمه اطهار مولوي محمد مبين بن محب لکهنوي ( ١٢٢٠ هه مړ)

٧٢—محاضر ات الادبا،ابوالقسم حسين بن محمد په راعب  اصفها ني مشهور ( ٥٠٢ هه مړ)

٧٣–  بغداد تاريخ ، احمد بن علي ثابت خطيب بغدادي .

٧٤–  ابوالعباس، احمد بن محمد بن سعيد بن عقده کوفي ٣٣١هه مړ )

(ب) داماميه شيعه وپورې اړوند کتابونه له قرآن مجيد سربېره:

١–  بحار الانوار دمجلسي تاليف ( ١١١١هه کال مړ ) .

٢–  احقاق الحق،تاليف، قاضي نورالله حسيني تستري ١٠١٩ هه مړ .

٣–  الارشاد ،شيخ مفيد٤١٣ هه مړ.

٤–  وافي، دفيض تاليف.

٥—احتجاج ،طبرسي، ٥٤٨ هه مړ.

٦–  اصول کافي ،محمد بن يعقوب کليني٣٢٩ هه مړ.

٧–  رجال کشي،

٨–  رجال فهرست، الغيبه دشيخ طوسي ليکنې په ٤٦٠ هه ١٣٦٠ هه مړ.

٩–  الغدير شيخ عبدالحسين بن احمد الا ميني. ( ١٣٢٠هه ١٣٧٠ مړ)

١٠–  سيدبن طاووس،طرئف ٦٦٤ هه مړ.

١١–  الميزان تفسير ،علامه سيد محمد حسين طباطبائي ١٣٦٠ل مړ.

١٢–  کلم الطيب ،سيد عبدالحسين طيب.

په دې فرهنګي زيارکې ،چې نيغ په نېغه له کومو کتابونوګټه اخستل شوې دادي:

١—طرائف (سيد رضى الدين علي بن موسى بن طاووس)

٢–  خاندان وحى دراحاديث اهل سنت (داکتر عبدالمطعى امين قلعچي، مصري ليکوال،فارسي ژباړه صادق آئينه  وند)

٣–  امام علي ازديدګاه خلفا(مهدي فقيه ايمانى)

٤–  دحمزه پاب شعري کليات.

٥–  ارمغان خوشحال .

٦—دومکتب دراسلام (دمعالم المدرسين فارسي ژباړه ) ، دعلامه مرتضى عسکري عراقي ليکوال .

٨–  کلم الطيب ،آيت الله طيب .

٩–  آنګاه هدايت شدم، دکترسيدمحمد تونسې .

١٠—ازآګاهان بپرسيد،دکتر سيد محمد تونسى .

١١–  شيعه دراسلام علامه  طباطبائي .

١٢—الغدير دويم ټوک، علامه امينى .

١٣–  اصالت  مهدويت دراهل سنت( مهدي فقيه ايماني ) .

١٤–  سيرة النبي ،علامه شبلي نعماني دويم ټوک .

١٥–  الرحيق المختوم صفي الله مبارکپوري- عبدالله  خاموش هروي فارسي ژباړه .

١٦–  نهج البلاغه دعبدالمحمد آيتى فارسي ژباړه .

١٧–  توضيح المسايل ، شيخ  وحيد خراساني .

١٨–  ١٩ کابلي تفسير اوتفهيم القران .

٢٠–   منطق شيعه درکنګره ها ومجامع بين المللي ،شيخ جعفر سبحاني .

٢١–  درجستجو ى حقيقت  دکترعبدالقاسم وحيد.

٢٣–  دبخاري شريف پښتو ژباړه .

٢٤—منشور عقايد اماميه (شيخ جعفر سبحاني )

٢٥—علما ديوبند کاديني رخ اور مسلکي مزاج ،حکيم الامت قاري طيب صاحب .

٢٦–  مسايل کابل  ،شيخ محمد آصف محسنى کندهاري.

٢٧—نقش عايشه( ام المؤمنين ) درتاريخ  اسلام ،علامه عسکري.

٢٨–  مناقباهل بيت ازديدګاه اهل سنت، استاد سيد محمد طاهر هاشمى قريشي.

٢٩–  مناقب امام علي (ک ) درنظرشاولى الله محمد دهلو ي ازالة الخفا- باب فضايل على .

٣٠–  ګام پرګام له خوشحال سره – محمد آصف صميم .معاصر ليکوال.

٣١–  حق باعلي است، مهدي فقيه ايمانى .

٣٢–تاريخ آل محمد ، قاضى زنګه زورى  ( ١٢٨٨ – ١٣٥٠ هه مړ ) .

                          

لړلیک

د خوشال خټک دې حشر له هغوی شي               چې دوستدار د پنجتن پاک،چارده معصوم وي.. 1

زه خوشحال خټک په حب داهل بيتو                            خارجي اورافضــــــــي کړم اخراجي.. 2

سریزه 5

خپلې خبرې.. 7

د خوشحال خټک دې حشرله هغــــــــــــــــــوشي.. 9

چې دوستدارد((پنجتن پاک))چهارده معصوم وي  9

پنجتن پاک؛ نبوي کورنۍ.. 9

آل محمد؛علي، حسن، حسين او فاطمه دي.. 9

د تطهير آيت د رسول اکرم،علي،فاطمې،حسن او حسين په اړه  راغلى دى.. 10

دوستداران داهل بيت له اوره خلاص دي.. 15

بې دوستۍ يې عالم کله مخـــــــــلص دى.. 15

د اهل بيتو مینوال. 15

خوشال بابا وايي : 17

زه خوشحال خټک په حب داهل بيتو. 17

خارجي اورافضــــــــي کړم اخراجي 17

له اهلبيتو سره مينه. 17

په روايتونو کې د اهلبيتو فضايلو ته لنډه کتنه. 19

پاک سني هغه آدم دى           چې دآل  په عشق محکم دى 21

له اهلبيتو سره دښمني او کړول يې.. 21

زه دوســتدارد ده دآل يم             په دوستۍ کې يې خوشــحال يم. 22

د رسول الله (ص) اهلبيت د حضرت نوح (ع) د بېړۍ په څېر دي.. 22

ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس… 23

چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي.. 23

اهلبيت د امت امامان دي.. 23

رسول الله (ص) : په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم. 23

د تطهير آيت د رسول اکرم،علي،فاطمې،حسن او حسين په اړه  راغلى دى.. Error! Bookmark not defined.

پېغمبر اکرم په. 25

علي ،فاطمه ،حسن او حسين مباهله وکړه 25

پېغمبر اکرم،حضرت علي، فاطمې، حسن او حسين ته وويل: 27

انا حرب لمن حاربتم و سلم لمن سالمتم. Error! Bookmark not defined.

څوک چې له رسول اکرم، علي،  فاطمې، حسن او حسين سره مينه کوي ؛ نو د خداى له استازي سره به يې يوه درجه وي.. 28

د هل اتى سورت د حضرت علي ،فاطمه ،حسن او حسين په اړه  نازل شوى دى.. 28

د مودت آيت د پېغمبر اکرم د خپلوانو؛ علي، فاطمه، حسن او حسېن په اړه  نازل شوى دى.. 30

(( کتاب الله وعترتى اهل بيتى)). 32

او د. 32

(( کتاب الله وسنتى )) ترمنځ تړاو. 32

دزړۀ زنګ په بل صيقل نه لرې کيږي.. 34

په دوستۍ يي د علي ده مصــــــــــقلي.. 34

د علي دوستي هغه حسنه ده،چې سيئات سوځوي.. 34

محمد،علي ،چې دوه ويني په سترګو. 36

په داکارکې احــــــــــــوالي ده احوالي 36

بوټي او ونې هم له حضرت علي سره مينه کوي.. 37

د رسول الله (ص) ځان.. 38

پېغمبر اکرم (ص) : علي له ما او زه له علي ځنې يم. 39

په ((ولا)) که د ((علي)) رافضــــــــــي کېږي.. 42

سکه خوشحال يې په ((ولا)) کې مشخص دى 42

له رسول الله سره د حضرت علي مقام. 42

که په کار دې ده د خداى پېژند ګلوي.. 43

پيروي د محـــــــــــــــــمد کړه د علي 43

داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و. 43

هر آيت چې به راته پاسه له عرشه. 49

لاپه عرش به يې علــــــــــي ومتلي.. 49

محمد چې هغه راز يې په معراج کړ. 49

يکايک وو،د علي و ته جــــــــــــــلي.. 49

د رسول الله (ص) ورور. 49

د رسول الله (ص) وزير. 55

که داهومره ويل کا ورته رخصت دى.. 57

محمد دى پېغـــــــــــــــمبر،علي ولي 57

رسول الله (ص) : د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى.. 57

د يارانو مبارکي.. 69

د “خم غدير” پر ورځ.. 71

رسول الله د علي پر سر پګړۍ کېښووه 71

د (  يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک ) آيت د. 71

“خم غدير” پر ورځ راغلى دى.. 71

د ( اليوم اکملت لکم دينکم ) آيت د. 71

“خم غدير” پر ورځ نازل شوى دى.. 71

حارث بن نعمان پر الهي عذاب ککړ شو؛ځکه  د “خم غدير” پر ورځ يې د خداى د رسول پر کار خوښ نه شو. 72

زه خوشحال خټک  په حب داهل بيتو. 72

خارجي اورافضي کړم اخـــــــــراجي 72

رسول الله (ص) : تر ما وروسته علي ولي دى.. 72

آيت : ( انما وليکم الله و رسوله ). 72

د رسول الله (ص) خليفه. 73

د رستم د مړنتوب خبرې هېڅ شوې.. 73

ذوالفقار چې يې ياد شوى په قصص…. 73

د بدر د جګړې پر ورځ حضرت جبراييل وويل : 73

لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على.. 73

د احد غزا 74

چې ددين مخــــــــــالفان  يې وو خوراک… 76

په داهسې مړنتـــــــــــــوب يې آفرين وو. 76

چې په کاريې محــــــــــــمد شو فرحناک… 76

که سواره يې مړني دلښــــــــکر ډېر دي.. 76

لاس زما ددلدل سواردزين فـــــــــــتراک… 76

د قيامت تر ورځې د علي.. 76

مبارزه  د امت تر ټولو کړنو غوره ده 76

ذوالفقــــــــــار يې ازدها وودوى يې ژبې.. 77

دخيبرپه کوټ يې هســـې زور ښکاره کړ  چې له ويخه يې راونــــــــــــــــړول پاک 77

د خيبر او حنين غزاګانې.. 77

حضرت علي پر ځمکه سيف الله او اسدالله دى.. 78

د ټولو جګړو مشري د حضرت علي په لاس کې وه 78

د علي د آل دوستي د ايمـــــان زړه دى.. 79

څوک دې شک په داپه زړه نه راولي.. 79

د علي د آل په مدح کې جنــــــــــت دى.. 79

د خوشحال خټک په داده تـــــــــــسلي 79

خداى د حضرت علي زړه پر ايمان ازمېيلى دى.. 79

د علي ايمان تر ټولو پياوړى و. 82

د رسول،چې لوى اصحاب دي.. 83

خداى ياد کړي په کتاب دي.. 83

ســــــــــــــــــــابقون الاولون.. 83

راشــــــه واوره په غوږونو. 83

علي پر پېغمبر اکرم (ص) په ايمان  راوړو کې ړومبى تن و. 83

حضرت علي ړومبى تن و چې لمونځ يې وکړ. 84

د پوهې ور. 87

محمد د علم ښهر دى،علي يې ورو. 87

تر قنبر يې شه خوشحال خټک فداک… 87

د حضرت علي پوهه. 87

د حضرت علي وړاندوينې.. 89

يمن ته د حضرت علي (ک) مسافرت.. 91

علي (ک) تر ټولو اصحابو کرامو پر قضا ښه پوهېده 91

د حضرت ابوبکر (رض) ستر سلاکار. 93

د حضرت عمر (رض) ستر سلا کار. 94

حضرت علي ته د حضرت عثمان او معاويه بن ابوسفيان مراجعات.. 99

خوشال بابا وايي : 101

چې په دوى به يې بخښل شي پاک ناپاک… 101

بل سړى نه دى صاحـــــــــب دى دلولاک 101

حضرت علي د جنت او دوزخ ايشونکى دى.. 101

له پل صراطه د تېرېدو لپاره د حضرت علي اجازه په کار ده 102

که خلاف يې د اصحاب په مينځ کې وشي.. 102

د مفهوم کار هغوزده چې مفــــــــــهوم دى.. 102

چې په جنګ د علي له لور يـــــــــه ومړل. 102

پرهغوى باندې ګواهي له چې مرحوم دى 102

علي او لارويان يې د جنت آيتونه او مخالفين يې د دوزخ آيتونه دي.. 102

رسول اکرم د قرآن د تنزيل لپاره وجنګېد او حضرت علي به يې د تاويل لپاره جنګېږي.. 103

رسول الله علي ته د ناکثينو،قاسطينواو مارقينو د وژلو دنده ورکړې وه 104

پر علي د ظلم په اړه  د رسول الله (ص) وړاندوينه. 105

رسول الله (ص) ام المؤمنين عايشه له حضرت علي سره له جګړې منع کړې وه 106

د رسول الله (ص) وړاندوينه : 107

حضرت عمار ياسر (رض) به ياغي او ظالمه ډله وژني.. 107

د حضرت عبدالله بن عمر خواشيني.. 109

د خوارجو په اړه  د رسول اکرم وړاندوينه. 110

د زړۀ زنګ په بل صيقل نه لرې کيږي.. 112

په دوستۍ يي د علي ده مصــــــــــقلي.. 112

محمد،علي ،چې دوه ويني په سترګو. 112

په داکارکې احــــــــــــوالي ده احوالي 112

له علي (ک) سره مينه له خداى (ج) او استازي (ص) سره يې مينه ده 112

د حضرت علي د دوستانو ثواب او دښمنانو عذاب.. 113

خوشال بابا وايي : 114

په محشر به هغه تور مخونه پاسي.. 114

چې يې نه دي تــــورې خاوري د تلي 114

د قيامت پر ورځ حضرت علي پر جنتي اوښ سپور دى.. 114

حضرت علي او لارويان به يې د حوض کوثر تر څنګ وي.. 115

خوشال بابا وايي: 115

ترهلال يې صدقه شم تربلاله            په اخلاص يم زه ددې د تلې خاک… 115

د بوذراو دسلمان يې درويزګر يم         تل ددوى په محبت دى زما ژواک… 115

رسول الله (ص) وايي : 115

د خداى حکم دى، چې له علي، سلمان، ابي ذر او مقداد سره مينه  وکړم. 115

د حضرت علي په اړه  نازل شوي آيتونه. 116

افمن کان مؤمنا کمن کان فاسقا لا يستون ( سجده؛17). 116

د حضرت علي په باب نازل شوى دى.. 116

افمن کان علي بينه من ربه و يتلوه شاهدمنه (هود؛17). 117

د علي په باب نازل شوى  دى.. 117

فان الله هو مولاه و جبريل و صالح المؤمنين (تحريم ؛40). 117

د حضرت علي به اړه  راغلى دى.. 117

(و تعيها اذن و اعيه ) ( الحاقه ؛12). 117

د حضرت علي په باب راغلى دى.. 117

(الذين ينفقون اموالهم باليل و النهار سراوعلانيه فلهم اجرهم عند ربهم ولا خوف عليهم ولا يحزنون (بقره؛274). 118

د علي په باب راغلى دى.. 118

ان الذين امنوا و عملوا الصالحات سيجعل لهم الرحمن وداً (مريم؛96) د حضرت علي به باب راغلى دى.. 118

ان الذين امنوا و عملوا الصالحات اولئک هم خېر البريه (بينه؛7). 118

د حضرت علي په باب راغلى دى.. 118

اجعلتم سقايه الحجاج  و عماره المسجد الحرام کمن امن باالله  واليوم الاخر ( توبه ؛19)د حضرت علي په باب راغلى دى.. 119

( وقفوهم انهم مسئولون ) (صافات : ٢٤). 119

د حضرت علي د دښمنانو په اړه  راغلي آيتونه. 122

خداى د حضرت علي له امله ددې امت د نجوا صدقه وبښله. 122

بې له حضرت علي  بل  چا د نجوى پر آيت عمل و نه کړ. 122

حضرت فاطمة الزهرا 124

بزرګه لوريې فاطمه ده                     دبزرګۍ پري خاتمه ده 124

د فاطمة الزهرا زوکړه 125

فاطمة الزهرا  جنتي مېوه ده 125

د کوثر زېرى.. 125

د حضرت فاطمة الزهرا لقبونه. 127

فاطمه. 127

صديقه. 127

طاهره 129

بتول. 129

د حضرت فاطمة الزهرا كوچنيوالى.. 130

فاطمة الزهرا د پېغمبر اكرم  ملاتړې وه 130

فاطمة الزهرا 131

مدينې ته هجرت کوي.. 131

پر فاطمة الزهرا مرکې.. 131

د فاطمة الزهرا ځلانده څېره 131

د فاطمة الزهرا مخ.. 131

دڅوارلسمې سپوږمۍ په شان ځلېده 131

مرکه. 132

د حضرت علي مرکه. 132

د نکاح خطبه. 133

واده 133

جهېز. 133

پېغمبر اكرم  په خپلو لاسونو خوړه (وليمه) ورکوي.. 134

د واده شپه. 134

فاطمة الزهرا 136

د پېغمبر اكرم  د وجود ټوټه ده 136

غوسه د خداى خپګان دى.. 136

مرتضى  ددې شوهر دى            چې تربور د پېغمـــــــــــــــــبر دى.. 136

حضرت فاطمة الزهرا 137

د مېړه په كور كې.. 137

حضرت فاطمه  د پلار ملاتړې ده 137

پېغمبر اكرم. 137

د فاطمې لرېوالى نشي زغملاى.. 137

حضرت فاطمة الزهرا 137

په کور کې ډېر کار کاوه 137

د حسنينو زوكړه 138

د نړۍ د ښځو بي بي.. 138

د فاطمة الزهرا 139

د زهد او بښنې بېلګه. 139

له حسنينو سره  د پېغمبر اكرم مينه. 139

د فاطمة الزهرا عبادت.. 139

خوشال بابا وايي : 141

له اوله تر اخره په جهان کې            د سيد غوندې څوک نشته معراجي.. 141

د جنت ښاغلي.. 141

د مباهلې آيت او نبوي کورنۍ.. 141

خوشال بابا وايي : 142

فضـــــــــــــيلت د واړو ډېر دى          تر شماره ترحســـاب تېر دى.. 142

که د دوى فضـــــــــــــــيلتونه         غواړې ګوره آيـــــــــــتونه. 142

نبوي کورنۍ او “هل اتى” سورت.. 142

كه صورت دمحمد نه واى پيدا 146

پيداكړې به خداى نه واى دادنيا 146

نور هاله دمحمد وپيداشوى.. 146

چې نه عرش و نه كرسي وه نه سما 146

بوى هاله دمحمد و په جهان كې.. 146

د تطهير آيت او نبوي کورنۍ.. 147

نبوي کورنۍ او “مرج البحرين” آيت.. 150

نبوي کورنۍ او د قربى آيت.. 152

“محمد”،”علي” چې دوه ويني په سترګو. 153

په دا كار كې احولي ده احولي.. 153

نبوي کورنۍ.. 155

او د حضرت آدم عليه السلام توبه. 155

ګټوره مينه. 156

برکتي کور. 157

فاطمة الزهرا او د قيامت ورځ.. 157

پلار راته وايه. 158

چې زړه مې خوشحالوي.. 158

حضرت علي د فاطمة الزهرا له نظره 159

د علي د آل دوستي د ايمان زړه دى.. 159

ګويا موج دى د قدرت په سيند كې زور د علي.. 160

د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې كېږي.. 160

صـــــــــــــلوات له ماپه واړو     تحـــــــــــــــيات له ما په واړو. 164

زه دوســـــــــــتدار دده دآل يم     په دوستۍ کې يې خوشحال يم    164

پر محمد(ص) او آل يې.. 164

د درود فضيلت.. 164

پر محمد(ص) او آل. 165

يې د درود څرنګوالی.. 165

په دعا پسې چې پر آل محمد درود وويل شي؛نو قبلېږي.. 166

هغه لمونځ نه قبلبېږي چې پکې پر آل محمد درود و نه ويل شي.. 166

رسول اکرم منع کړي يو، چې بتراء درود مه وياست.. 166

حضرت فاطمة الزهرا 167

او د پېغمبر اکرم (ص) مړينه. 167

حضرت فاطمة الزهرا 167

د پلار په وير کې.. 167

د فاطمة الزهرا تاريخي وينا 170

د حضرت فاطمة الزهرا مړينه. 171

د ناروغۍ پوښتنې ته يې ورځي.. 172

له فاطمة الزهرا سره 172

د شيخينو رضي الله عنهما کتنه. 172

د ژوند وروستۍ شېبې.. 172

د حضرت فاطمة الزهرا وصيت.. 174

خاورو ته تر سپارلو وروسته د حضرت علي وينا 174

د فاطمة الزهرا علمي ميراث.. 174

له مصحفه غورچاڼ.. 174

د حضرت فاطمة الزهرا د دعا بېلګې.. 175

د حضرت فاطمة الزهرا علمي او ادبي شخصيت.. 176

د فاطمة الزهرا په وير کې.. 176

زموږ دنده 179

په اهلبیتو کې مو د حضرت علي (ک) او فاطمة الزهرا پر وګړه او ځانګړنو رڼا واچوله،اوس د ستر خوشال بابا په پورته شعر ښه پوهېدو ته د امام حسین پر شخصیت او کړنو رڼا اچوو،چې د خوشال بابا د تاریخپوهنې په ژورتیا پوه شو . 182

امام حسين.. 183

د امام حسين رضى الله عنه لنډه پېژندګلو. 183

د امام حسين ( رض ) زوكړه 183

د اوښكو مولود. 183

نوم ايښوونه. 183

عقيقه او صدقه. 184

د امام حسين څېره 184

د سپېڅلتيا ( تطهير) آيت.. 186

د تطهير آيت.. 190

د مباهلې آيت.. 192

د هل اتى سورت د حضرت علي ،فاطمه ،حسن او حسين په هکله نازل شوى دى.. 194

د جهان دولس امام دي                 په حديث کې نام په نام دي.. 196

يوعلي دويم حســـن دى                   بل حسين پاکيزه تــــــــن دى 196

د امام حسين وګړه 199

(لومړى)  د پېغمبر صلى الله عليه و آله زوى : 199

(دويم)  پېغمبر اکرم ته خورا ګران و. 200

خوشال بابا وايي : Error! Bookmark not defined.

امامان يې داولاد واړه برحق دي.. 203

ترمهدي پورې د واړو خدمتګار يم 203

مهدي د امام حسين له ځوځاته دى.. 203

زه، علي ، جعفر، حمزه ، حسن، حسين او مهدي د جنتيانو سادات يو. 203

څوک چې له رسول اکرم، علي،  فاطمې، حسن او حسين سره مينه کوي ؛ نو د خداى له استازي سره به د هغه په درجه کې وي.. 203

امام حسين عليه السلام. 206

د اصحابو (رضي الله عنهم ) له نظره 206

امام حسين د خپلو كينه كښو تربورانو له نظره 206

لمسى د نيکه ترڅنګه. 207

جنتي ښاغلي.. 208

د امت د مهدي پلار. 208

د امام حسين اخلاق (خويونه ). 210

د امام حسين علم او پوهه. 214

د امام حسين عبادت.. 215

د امام حسين سخاوت.. 216

د امام حسين زړه ورتيا او مړانه. 217

د امام حسين زهد. 220

د امام حسين عزت نفس او د ظلم نه منل. 220

خوشال بابا وايي : 223

خلافت دچــــــــار يارانو           په دېرش کاله وويــــــــارانو. 223

بيا د پسه بادشاهي شوه          په سپېدې کې ســـــياهي شوه 223

اول بغي راپيدا شـــــول           څوک بادشاه څوک امر اشول. 223

حسيني پاڅون.. 223

يزيد. 225

يزيد له اعتقادي پلوه 225

د امام حسين د پاڅون لاملونه. 228

د امام حسين د پاڅون بڼه. 230

د شهادت وړاندوينه. 230

د امام حسين د شهادت وړاندوينه. 230

١- د “راس الجالوت” روايت.. 230

٢- د “کعب” روايت.. 230

٣- د  حضرت “اسماء بنت عميس” حديث.. 231

٤- د حضرت “ام الفضل” حديث.. 231

٥- د خوارزمي د مقتل حديث.. 232

٦- د حضرت”زينب بنت جحش” روايت.. 232

٧- د حضرت “انس بن مالک” حديث.. 232

٩- د حضرت ” ابو امامة” حديث.. 233

٩- د حضرت “ام سلمې بې بې” روايت.. 233

دويم – د حضرت “صالح بن اربد” له خولې: 234

درېيم – د حضرت “مطلب بن عبدالله بن حنطب” له خولې.. 234

څلورم – د حضرت “شقيق بن سلمة” له خولې.. 234

شپږم- د حضرت “شهر بن حوشب” له خولې: 235

اووم- د “داود” له خولې: 235

١٠- د حضرت “عايشې” بي بي روايات.. 235

لومړى- د حضرت “ابى سلمة” له خولې: 235

دويم- د حضرت “عروة بن زبير” له خولې: 235

درېيم- د  حضرت “مقبري” له خولې: 236

څلورم- د حضرت “عبدالله بن سعيد” له خولې: 236

پينځم- د حضرت “سلمة” بي بي يا حضرت “عايشې” بي بي حديث.. 236

١١- د حضرت “معاذ بن جبل” روايت.. 236

١٢- د حضرت “سعيد بن جمهان” روايت.. 237

١٣- د حضرت “ابن عباس” روايت: 237

دويم- د حضرت “سعيد بن جبير” له خولې: 237

١٤- د حضرت “علي (ک)” روايات.. 237

لومړى- د حضرت “ابي حبرة” له خولې: 237

دويم- د حضرت “هاني بن هاني” له خولې: 237

درېيم- د “خوارزمي په مقتل کې”. 238

څلورم- په صفين کې د حضرت “حسن بن کثير” له خولې: 238

پينځم- د حضرت”اصبغ بن نباته” له خولې: 238

شپږم- د حضرت “غرفه ازدي” له  خولې: 238

اووم- د حضرت “ابي جحيفه” له خولې: 238

اتم- د حضرت “عون بن ابى جحيفه” له خولې: 239

نهم- د “ابن کثير تاريخ” روايت.. 239

لسم- د “مسند احمد” روايت.. 239

يوولسم- د حضرت “عامر شعبي” له خولې: 239

دولسم- د حضرت “کديرالضبي” له خولې: 239

ديارلسم- د حضرت “هر ثمه” له خولې: 240

الف- د هرثمه د خادم حضرت “نشيط” روايت: 240

ب- د  حضرت”ابي عبدالله الضبي” روايت.. 240

ج- د حضرت “ابي عبيده” له خولې: 240

څوارلسم- د حضرت “شیبان بن مخرم” روايت.. 241

پينځلسم- د حضرت انس بن حارث روایت او دهغې شهادت.. 241

١٦- د بني اسد د ټبرد  يوه تن روايت.. 242

د پېښې شرحه. 244

د امام حسين د شهادت لامل. 244

د امام  حسين وصيت.. 246

مکې ته د امام حسين تګ… 246

کوفې ته د حضرت مسلم بن عقيل (رض) لېږل. 247

عراق ته د امام حسین ورتګ… 249

له ابن عباس (رض) سره د امام حسین خبرې اترې.. 249

بنى هاشمو ته د امام حسین ليک… 250

له خپل ورور محمد بن حنفيه (رض) سره د امام حسين خبرې اترې.. 250

له مکې څخه د امام حسین حرکت او د چارواکيو مخنيوى.. 250

له عبدالله بن جعفر(رض) سره د امام حسین خبرې اترې.. 250

د عبدالرحمان د لور عمرې ليک… 251

له عبدالله بن عمر(رض) سره دامام حسين خبرې اترې.. 251

عراق ته د امام حسین روانېدل. 251

او د امام حسین خطبه. 251

د يزيد فرمانونه. 252

امام حسین او فرزدق شاعر. 252

امام حسین او حضرت عبدالله بن مطيع. 253

چا باور درلود،چې امام حسین به نه وژل کېږي!. 253

امام حسین او حضرت زهير بن قين.. 253

د ابن اشعث او ابن سعد استازي.. 254

امام حسین خپل ملګري د حضرت مسلم او حضرت هاني له شهادته خبروي.. 254

د بني عکرمه له يو تن سره لیدل. 255

يو بل ګواښنګرى.. 255

له حر سره د امام حسین چلن.. 255

لښکرو ته د امام حسین وینا 257

د امام حسین بله وینا 257

له کوفې د یارانو رارسېدنه. 258

بيا اوبه اخستنه. 259

د کربلا سیمې ته د رسول الله (ص) د کورنۍ ورننووتل. 259

د کربلا سیمه. 259

کربلا ته د عمر سعد راتګ… 260

عمر سعد د امام حسین د راتګ علت پوښتي.. 261

د عمر سعد او ابن زياد مکاتبه. 262

ابن زياد ټولبلنه ورکوي.. 262

د رسول الله (ص) پر ځوځات يې اوبه وتړلې.. 263

د اوبو پر سر نښته. 263

امام حسین تر جګړې مخکې غاړه خلاصوي.. 263

ابن زياد د امام حسین د ستنېدو مخ نيسي.. 264

شمر،عباس او وروڼو ته يې امان ورکوي.. 264

د عاشورا شپه. 264

امام حسين مهلت غواړي.. 265

د عاشورا پر شپه د امام حسین خبرې.. 265

د اهل بيتو او يارانو ځواب یې.. 265

دې روايت ته يو بل سند. 266

امام د شهادت خبرې کوي او خپله خور زغم ته رابولي.. 266

د الهي نارينه و شپه. 267

د عاشورا ورځ.. 267

د شهادت زېرى.. 268

د عاشورا پر ورځ د امام عليه السلام دعا 268

د امام ړومبۍ وينا 268

د زهير بن قين وينا 269

د حُر توبه. 270

حر کوفيانو ته نصيحت کوي.. 270

د امام حسين (ع) دويمه وينا 271

د امام ښېرا قبوله شوه 271

د حسين (ع)  پر خيمو د خلافت  د لښکر يرغل. 272

د عمرسعد او … د ښي اړخ يرغل. 273

د کيڼ اړخ ير غل او د کلبي او د هغه د مېرمنې شهادت.. 274

د ښي اړخ يرغل او د مسلم بن عوسجه شهادت.. 274

يزيد بن زياد؛توبه ګار غشى ايشتونکى.. 274

په يوه ځاى د څلورو تنو شهادت.. 275

د بُرير شهادت.. 275

د عمر وبن قرظه انصاري شهادت.. 275

د يزيد بن سفيان او حُر مقابله. 276

د خيمو سوځول. 276

د ډارنمونځ.. 276

د حبيب بن مظاهر شهادت.. 277

د سعيد حنفي شهادت.. 278

د زهيربن قين شهادت.. 278

د نافع بن هلال جملي شهادت.. 278

دوه سرښندونکي غفاريان.. 279

دوه جابري او حنظله. 279

د عابس او شوذب شهادت.. 280

د ضحاک مشرقي تېښته. 280

نورشهيدان.. 281

١-عمرو بن خالد. 281

٢-سعد بن حنظله. 281

٣-عبدالرحمان بن عبدالله يزني.. 281

٤- قرة بن ابي قرة 282

٥-عمرو بن مطاع.. 282

٦-جون د ابو ذرغفاري (رض) مريى.. 282

٧-انيس بن معقل. 283

٨-حجاج بن مسروق.. 283

٩-جنادة بن حرث.. 283

١٠_عمروبن جناده 283

١١-يتيم تنکى ځوان.. 284

علي اکبر؛د آل البيت لومړى شهيد. 284

عبدالله  بن مسلم بن عقيل. 286

جعفر بن عقيل بن ابى طالب.. 286

عبدالرحمان بن عقيل بن ابى طالب.. 286

محمد بن عبدالله بن جعفر. 286

عون بن  عبدالله بن جعفر. 287

د امام حسن عليه السلام د دوو زامنو شهادت.. 287

د امام حسين (ع)  د  وروڼو شهادت.. 288

١-دابوبکر بن علي ( ع)  شهادت.. 288

٢-د عمر بن علي (ع) شهادت.. 288

٣-عثمان بن علي (ع). 288

٤-جعفربن علي ( ع). 289

٥—عبدالله بن علي (ع). 289

٦-د عباس بن علي (ع) شهادت.. 289

د اهل البيتو د ماشومانوشهادت.. 290

د تي خور شهادت.. 290

د بل ماشوم شهادت.. 290

د فرات پر لار نښته. 291

د پرېشانه تنکي ځوان شهادت.. 291

د امام حسن (عليه السلام ) د تنکي ځوان شهادت.. 291

د آل رسول پر خيام د پلي ځواک يرغل. 292

د امام (ع) وروستۍ جګړه 292

د حضرت زينب (ع) فرياد. 292

د امام  حسين (ع) شهادت.. 293

د خلافت لښکر د پېغمبر (ص) د اهل بيتو شتمني لوټي.. 293

وروستى  شهيد. 293

د حسين (ع) وژونکي انعام غواړي!. 294

د امام تنه لتاړل کېږي.. 294

په مدينه  کې د حسين (ع) وير. 294

الف –  ړومبۍ عزاداره؛((ام سلمه )) د رسول الله (ص) مېرمن.. 294

ب -دويم ورین بولی؛ ((ابن عباس)). 295

ح-درېيم  عزادار. 295

پر وژوونکيو د شهيدانو سرونه ويشل کېږي.. 296

د رسول  الله (ص) حرم کوفې ته بوځي.. 303

د حضرت زينب عليه السلام وينا 304

د امام حسين (ع) د لور فاطمې وينا 304

د ام کلثوم وينا 305

آل البيت په دار الاماره کې.. 305

مدينه د امام (ع) له شهادته خبرېږي.. 306

خاورو ته د شهيدانو د تنو ورسپارل. 306

يزيد د حسين له وژنې خبرېږي.. 306

د اهل البيتو بنديان خلافت ته بوځي.. 307

په يزيدباندې لعنت شه په اعوان يې.. 308

چې په تېغ يې دنبي لمسى مظلوم دى.. 308

يزيد او يزيديان د آل البيت بنديانوته. 308

ښه راغلاست وايي.. 308

له شمره د ام کلثوم غوښتنه. 308

د شاميانو اختر. 308

د سکينې  غوښتنه. 308

پلازمېنې ته د اهل البيتو د بنديانو ورننوتل. 309

د يزيد په ناسته  کې د آل البيت اسيران.. 309

له  يزيد سره د امام سجاد(ع) خبرې اترې.. 310

يو يهودى عالم يزيد پوښتي.. 310

ابن  اعثم وايي :  په دې غونډه كې يو يهودى عالم ناست وو يې پوښتل : دا ځوان څوك دى؟. 310

د مسلمانانو د خليفه په مخ کې دامام حسين عليه اسلام سر. 311

د مسلمانانو خليفه د ابن زبعري  الشعار وايي.. 311

په دار الخلافة کې د زينب  عليها السلام خبرې.. 312

د يزيد مېرمن حيرانېږي اوپوښتي.. 313

د حسين (ع) سر مدينې ته استول کېږي.. 313

د دمشق په جومات کې د امام سجاد خبرې.. 314

د خليفه په پلازمېنه کې وير. 314

مدينة الرسول ته د عترت النبي  ورستنول. 315

کربلا ته داهل البيتو ورتلل. 315

له مدينې دباندې ويرغونډه 315

مدينې ته ورننوتل. 316

د امام سجاد څلوېښت کلنه عزا 316

د امام سجاد(ع) په مخ کې د ابن زياد سر. 317

دحسين (ع) تر شهادت  وروسته. 318

١-ډالۍ اوورکړه 318

٢_پښېماني.. 318

د پاڅون اغېزې.. 319

له عاشورا عبرت.. 320

د امام حسين په وير اوښكې.. 323

خداى او پېغمبر یې، امام حسين پاڅون ته چمتو کړى و. 332

د امام حسين په پېر کې د مسلمانانو حال. 335

د امام حسین موخه، شعار او لار يې.. 336

امام اتمام حجت ته د کوفيانو بلنه ومنله. 337

د امام پاڅون، څرنګوالى او حکمت يې.. 338

د امام حسين د شهادت اغېزې.. 344

د امام حسين تر شهادت وروسته. 345

د حرمين شريفين خوځښتونه. 345

د مکې او مدينې خوځښت.. 345

يزيد ته د مدينې د استازيو پلاوى.. 346

د اصحابو او تابعينو خوځښت.. 347

امام سجاد د امويانو ښځو او کوچنيانو ته پناه ورکوي.. 347

امويانو له يزيده مرسته وغوښته. 348

لښکر مشر ته د خليفه يزيد لارښوونې.. 348

د مسلمانانو د خليفه سرود. 348

د خليفه لښکر د مدينې او مکې پر لار. 349

د خلافت لښکر د رسول الله (ص) حرم مباح اعلانوي.. 350

يزيد ته يې سرونه ولېږل. 351

د خليفه په اطاعت کې.. 352

د خلافت لښکر شعر وايي او کعبه سيځي.. 352

حجاج دويم ځل کعبه په نښه کوي.. 353

د کعبې سوځېدل او د تندر رالوېدل. 355

د بيت الله په سوځېدو د حجاج خوشحالي.. 355

د ابن زبير د چارپاى او شام ته د سرونو لېږل. 356

حجاج د پېغمبر اکرم (ص) اصحاب داغوي.. 356

د حرمينو دپاڅون پاى او د نورو خوځښتو پيل. 356

خوځښتيانو خلافت کمزوى او امامان…. 357

د امام حسين د وژونکيو برخليک… 358

په بېلابېلو ځايونو کې پر امام حسين (رض) د پېغمبر اکرم ژړا 362

١ _ د ام الفضل حديث : 362

٢ _ د ام المؤمنين زينب بن جحش روايت : 362

٣ _ د ام المؤمنين عايشي بي بي روايت : 362

١ _ د ام المؤمنين ام سلمه روايت : 362

٢ _ د حضرت انس بن مالک (رض) روايت : 363

پر “شهید” د ویر فلسفه. 364

دجهان دولس امام دي                 په حديث کې نام په نام دي.. 367

د پېغمبراکرم (ص) دولس ځايناستي.. 367

محــــبت د خاندان لرم په زړۀ کې.. 370

دولس واړه امامان مې دي بصر. 370

د تېرو احاديثو نچوړ. 370

علماء څرنګه د دولس ګونو امامانو حديث تفسير وي.. 370

ددې روايتونو حقيقي مفهوم. 372

تر رسول اکرم(ص)وروسته د دولس ګونو امامانو ښوونه. 373

د اهل سنتو په سرچينو کې د دولس ګونو امامانو نومونه : 373

د  دولس ګونو امامانو نومونه. 373

لومړى امام : اميرالمؤمنين علي(ک). 373

دويم امام :حسن بن علي بن ابيطالب.. 374

درېم امام : حسين بن علي بن ابيطالب.. 374

څلورم امام : علي بن الحسين.. 374

پينځم امام : محمد بن علي.. 374

شپږم امام : جعفربن محمد. 374

اووم امام : موسى بن جعفر. 375

اتم امام : علي بن موسى.. 375

نهم امام : محمد بن علي.. 375

لسم امام : علي بن محمد. 375

يوولسم امام : حسن بن علي.. 375

دولسم امام : حجة بن الحسن.. 375

خوشال بابا وايي : 377

بل امام، امام مهدي دى.. 377

چې ددرست جهـــــان هادى دى.. 377

امامان يې داولاد واړه برحق دي.. 377

ترمهدي پورې دواړو خدمتګاريم. 377

د امام مهدي د راښکاره کېدو په باب د رسول الله (ص) وړاندوينه. 377

پر امام مهدي عليه السلام ټول مسلمانان ګروهن دي.. 379

مهدي د حضرت پېغمبر همنومى دى.. 379

مهدي له اهل بيتو دى.. 379

خوشال بابا وايي : 379

مهدي  د فاطمې(س) له ځوځاته دى.. 379

مهدي د حسين عليه السلام له اولادې دى.. 379

مهدي د امام حسن عسکري زوى دى.. 380

مشرپوهنه. 386

خوشال بابا وايي : 386

د امت يې برګزين دي اثناعـــــــــشر. 386

په بزرګۍ دهمه  جهان مخــدوم دي.. 386

د واقعياتو څېړنه او بيا پېژندنه. 386

من مات ولم يعرف امام زمانه ميتة جاهليه. 387

د ځانګړي امام وړتيا او شرايط.. 387

د امت اجماع.. 389

د “امام نه پېژندنې” حديث څېړنه. 389

د حضرت عثمان او علي (رضي الله عنها). 395

او معاويه بن ابو سفيان د واکمنيو پرتلنه. 395

اطاعت د اولى الامر ځکه نه کړم. 396

خليفه د زمانې پر زړه کافر دى.. 396

د حضرت عثمان (رض) د نادودو ځينې بېلګې.. 396

د نورو امامانو زمانه. 397

د امام جعفر تلميذ وو                 واړه کار د ده لذيذ وو 398

او تر مروان وروسته، ناپاکه زامن او لمسي يې د خلکو امامان وو،يا د اهل بيتو غوره کسان؛ لکه امام باقر او امام صادق عليهما السلام!. 398

د عباسيانو واکمني.. 398

ورمندون وکړئ.. 401

د امامت ماناوې او پړاوونه. 401

د رسول اکرم (ص) شئون.. 402

د ټولنې د مشرۍ په مانا د امامت مانا 403

اوليا يې دامت واړه ممــــــــــتاز دي.. 404

هرولي ئې په ارشاد کې مرخص دى.. 404

امامت د ديني مرجعيت په مانا 404

په ((ولا)) که د ((علي)) رافضــــــــــي کېږي.. 405

سکه خوشحال يې په ((ولا)) کې مشخص دى.. 405

امامت د ولايت په مانا 405

د امامت په اړه يو حديث.. 406

امامت په قرآن عظيم شان کې.. 406

تر پېغمبر اکرم وروسته امامت او د دين ښوول. 408

د مسئلې ناسم مطرحول. 408

حکومت د امامت يوه څانګه ده 409

د دين په ښوولو کې امام د پېغمبراکرم ځايناستى دى.. 410

د “ثقلينو” حديث او د دولس ګونو امامانو د عصمت مسئله. 410

درست په داپوهېږم چې څلور مذهبه حق دي.. 412

زه دحنــــــــــفي مذهب دعـــوى لرم محکمه. 412

زه خودزړۀ درد غـواړم په هر يو مذهــــب کې.. 412

تا زده ستا خبرې ،چې نقلونه رنګارنګ کړې.. 412

١.دعلامه سيدجمال الدين افغاني (ره) ليدلورى.. 412

٢.پر جعفري مذهب د عمل د جواز په باب د مرحوم شلتوت فتوا 412

٣.د شلتوت (ره) پر فتوا تقريظات.. 412

٤.د امام خميني تقريبي فتواوې او ليدلوري.. 413

٥.د علامه سيد شرف الدين موسوي ليدلورى (١٢٩٠-١٣٧٧ ه-س). 413

٦. آيت الله العظمى سيد محمد حسين بروجردي.. 414

٧.په عمان کې د اسلامي هېوادونو د غونډې بيانيه. 414

٨.د يوسف قرضاوي (د اسلامي نړۍ د علماوو د ټولنې رئيس) فتوا 415

د تکفير د خپراوي په انکار کې د سترو مشرانو ويناوې.. 420

د اشاعره وو او نورو متکلمانو وينا 420

د حنفي مذهبو فقهاوو نظر. 421

د مالکي مذهبو فقهاوو ويناوې.. 422

د شافعي مذهبي فقهاوو نظر. 422

د صحيح مسلم په شرح کې د نووي ويناوې.. 422

د حنبليانو څرګندونې.. 423

د زيديه او خپلواک مشرانو ويناوې.. 424

سرچينې.. 427

لړلیک… 432

 

[1] . ( ارمغان ٧٢مخ )

[2] . ( ارمغان ٤٢مخ )

[3] . ( ارمغان ٥ مخ)

[4] . ( ارمغان ٥ مخ )

[5] . ( ارمغان ٥٦٩ مخ )

[6] . ( ارمغان ٥ مخ)

[7] . (ارمغان٣٩٣مخ)

[8] . ( ارمغان ٧٢٤مخ )

[9] . ( ارمغان ٩٨٥مخ )

[10] . احزاب ٥٦آيت

[11] . وګورئ : دامام سيوطي درالمنشور ٦/٧

[12] . ( ٣٩٣مخ – ارمغان خوشحال)

[13] . صحيح بخاري ٣/١٧١،کتاب البيوع د ((مکتبة الرياض الحديثه)) چاپ :

 عن على عليه السلام قال: کانتلى شارف… فلمااردت آن ابنى بفاطمة عليها اسلام بنت رسول الله …

 ٢/١٢٦ وطرق النبي (ص) باب فاطمة وعليهما السلام ليلة للصلاة

٤/٤٨٦ کتاب المناقب: ((… رايت النبي وکان الحسن بن على عليهما السلام يشبهه ))

٩/٤١٨ کتاب التوحيد،باب المشينة والار ادة عن على بن الحسين عليهماالسلام اخبره …))

[14] . ارمغان – ٥مخ

[15] . شورى ٢٣ آيت

[16] . د امام احمد حنبل مسند. محب طبري ذخاير العقبى٢٥ مخ . ابن مغازلي شافعي،المناقب ٣٠٩مخ . قرطبي، استيعاب ٨/٤٣،٥٨مخونه . امام ثعلبي په خپل تفسير کې هم په همدې الفاظو اومعنى را اخستي دي .

[17] .په دې باب لا معلوماتو ته وګورئ : محب طبري،ذخايرالعقبى ٢٥ مخ . ابن حجر هيثمي،مجمع الزوايد ٧/١٠٣ ٣. ابن حجرشافعي،الصواعق المحرقه . شبلنجي،نورالابصار١٠١مخ .

[18] . وګورئ: تفسير کبير رازي ( ٢٧/١٦٦)

[19] . ارمغان خوشحال ٦٢٣ مخ

[20] . ٥٦٥ مخ – ارمغان خوشحال

[21] . ارمغان ٦٣٧مخ

[22] . ٥٠٨ مخ ارمغان خوشحال

[23] .        ارمغان- ٨٠٤مخ

[24] . ( ارمغان ٥٦٩ مخ )

[25] . د حافظ الپوري ديوان، ٤٠ مخ

[26] . حاکم نيشاپروي، مستدرک ١/٩٣،دامام  مالک موطاً ٨٨٩مخ ،دريم حديث)

[27] . ( صحيح صفة صلاة النبي٢٨٩-٢٩٤مخونه )

[28] .   ٦٢٣ارمغان

[29] . د خوشال ارمغان ارمغان ٦٣٧ مخ

[30] . ارمغان ٦٣٧ مخ

[31] .       ارمغان ٦٢٣مخ

[32] . ارمغان ٦٣٧

[33] . ارمغان ٦٣٧مخ

[34] . ٤٢٠مخ  ارمغان

[35] . ( ارمغان – ٦٣٧ مخ )

[36] . (ارمغان ٥مخ)

[37] . (ارمغان ٥مخ)

[38] .    ( ارمغان – ٦٣٧ مخ )

[39] . ٨٢٠  ارمغان  

[40] . ارمغان ٤٣٠ مخ

 (ارمغان ٥مخ

[42] . (ارمغان ٥مخ)

[43] . ارمغان ٦٣٧ مخ

[44] .  ارمغان ٦٣٧مخ

[45] . ارمغان ٦٣٧ مخ

[46] . ( ارمغان ٨٠٤)

[47] .   ارمغان- ٨٠٤مخ

[48] . وګورئ: بحارالانوار٦\٧٨.

[49] . (١)ذخایر العقبی: ۳۶ مخ.(٢) بحارالانوار: 43/5.(٣)درالمنثور: د اسراء تر لومړي آیت لاندې. معجم الکبیر، ۲۲/ ۴۰۱، مجمع الزواید ۹/ ۲۰۲

[50] . وګورﺉ:  (١)د بغداد تاریخ 5/87.(٢)ینابیع الموده 2/24 او ۱۹۷مخونه.(٣)بحار الانوار 43/4.(٤)احقاق الحق 10/ 5 او ۱۲.(٥) مستدرك حاكم 3/ 169.(٦)محاضره الاوائل:88 مخ.

(٧)میزان الاعتدال ۱/ 38.(٨)مجمع الزوائد: 6/ 202.(٩)لسان المیزان:5/ 97.(١٠)ارجح المطالب:239مخ .(١١)وسیلة المآل 78 مخ.

[51] . وګورﺉ:(١)فرايد السمطين: ٢\ ٦١ ٣٨٦ ګڼه حديث.(٢)حاکم مستدرک: ٣\١٥٦.(٣)مقتل الحسين خوارزمي: ١\٦٤ پينځم څپرکى.(٤)ابن مغازلي ٤٠٦،٤٠٧ ګڼه حديث.(٥) فيض القدير ٥\ ٨٧.(٦)کنزالعمال ٧\١١١-١٢\٣٤٢٢٨ ګڼه حديث.(٧) مجمع الزوايد هيثمي:٩\٢٠٢.(٨)ميزان الاعتدال: ٢\٥١٨ ،٤٦٧٢ګڼه حديث.(٩)ذخاير العقبى ٤٣ مخ.(١٠)تاريخ بغداد: ٥\٨٧ .(١١) ينابيع المودة١١٧،١١٨ مخونه.(١٢) نورالابصار له ٥١ نه تر ٥٤ مخونو پورې.(١٣) لسان الميزان : ٥\ ١٦٠. (١٤)صاحب التلخيص المستدرک ٣\١٥٦)

[52]  . وګورﺉ: (١)عبد الرحمان صفوري شافعي؛ نزهه المجالس: 2/ 227. (٢)قندوزي حنفي؛ینابیع الموده:۱۹۸ مخ.(٣)حسن بن مولوی : تجهیز الجیش: 99 مخ. (٤)شعیب ابو مدین بن سعد مصري؛روض الفائق : ۲۱۴ مخ.(٥) احقاق الحق: 10/ 12)، مجمع البیان ۱۰ / ۵۴۹،

[53] . ج\٣٨)

[54] . (محب الدين طبري؛ذخاير العقبى: ٤٤ مخ)

[55] . وګورئ: (١) صفوري شافعي؛نزهة المجالس.(٢)ذخايرالعقبى :٤٤،٤٥ مخ.(٣)ينابيع المودة ١٩٨،  ١٩٩مخونه.(٤)نورالابصار:٥٤ مخ.(٥) الاصابة : ٨ ټوک.(٦)ترمذي :٥ ټوک.(٧) د ملا موصلى سيرة: اسعاف الراغبين، 227.(٨) احقاق الحق : 10/13

[56] . (كليني؛اصول كافي: 1/458)

[57] . (يعقوبي؛تاريخ 1/512)

[58] . (مصباح المتهجد 56 مخ )

[59] . وګورئ :  (١)ذخايرالعقبى  44 مخ .(٢) صحيح ترمذي 2/319 مخ .(٣) كننر العمال  2/752 )

[60] . وګورئ: (١)ينابيع المودة:١٩٤مخ.(٢)ذخاير العقبى :٢٦مخ.(٣)فرايد السمطين ٢\٥٨ ، ٣٨٤ حديث.(٤)کنز العمال١٢\١٠٥ – ١١٢ مخونه ٣٤٢٢٧ حديث.(٥)نورالابصار ٥١،٥٤ مخونه.(٦) مناقب اهل البيت : ١\٢٠٨.(٧)الاصابة :٨ټوک.(٨) اعلام النساء : ٤ ټوک.(٩) تذکرة سبط ابن جوزي : ٢٧٥،٢٨٥ مخونه .(١٠) صحيح ترمذي : ٥ ټوک: د فاطمې د فضايلو برخه.

[61] . وګورئ :(١) فرايد السمطين : ٢\٥٨ ، ٣٨٤.(٢) محب الدين طبري؛ ذخاير العقبى : ٢٤ مخ.

[62] . (حديد\١۹)

[63] . (نساء\٦٩)

[64] . ( مايده\٧٥)

[65] . (الرياض النضره٢\٢٠٢) او په (شرف النبي)

[66] . (١)د بغداد تاريخ : ٢\٢٥٩. (٢) مستدرک حاکم : ٣\١٦٠.(٣) استيعاب : ٢\٧٥١.(٤) حلية اولياء ٢\٤١. دا څلور واړه کتابونه د بيروت چاپ دي .

[67] . (المعارف ١٨٥-١٨٨ مخونو)

[68] . “کبير تفسير” (٣٢\١٢٤)

[69] . په بغداد تاريخ ( ١\٣١٦) او په ينابيع المودة ( ٢٦١،٢٦٦،٣٠٠.٣٠٩ مخونو) کې

[70] . وګورئ:(١)مناقب خوارزمي:(٢٢٩ مخ)(٢)ذخاير العقبى:(١٢١ مخ).(٣) فرايد السمطين:(٢\٦٩ ،٣٩٣ حديث).(٤)بغداد تاريخ:( ١١\٦٨٥، ٦٠٥٤ حديث).(٥) کنزالعمال:( ٦\٢٢٠).(٦) مستدرک: مناقب حسن و حسين . (٧) دمشق تاريخ:( ٣٤\١٣١).

[71] . “ابن حجر هيثمي” په “صواعق المحرقه” کې له ((فمن حاجک فيه من بعد ما جاءک)) د مباهلې تر وروستي  آيت پورې، “قندوزى”:( ٥٧ باب)،حموي:(فرايد السمطين ٢ ټوک)،متقي هندى:(منتخب کنزالعمال)،زرقاني:(شرح المواهب الدنية)او نسايي:( خصايص امير المؤمنين)

[72] . ينابيع المودة ( ٥٧\٢٦٦،٢٦٧) او په فرايد السمطين (٢\٧٧ – ٣٩٧،٣٩٨ حديث)،مقتل خوارزمي: ( ٦\٨٩)،معجم الکبير:(١\١٢٤- ١٠٤ حديث)،کنزالعمال:(٦\٢٢٠) او ذخاير العقبى:( ١٢١ مخ) کې هم  پورتنى روايت، “جرير بن عبدالحميد” له “شيبة بن نعام” نه روايت کړى دى .

[73] . (بقرة\٢٢٢)

[74] . (ينابيع المودة:٢٦٠ مخ):

[75] . وګورئ:(١)ذخاير العقبى:(٢٦مخ).(٢)صواعق المحرقة او الاصابة:( ٨ ټوک).(٣)اعلام النساء د فطم کلمه.(٤)جامع ترمذي:(٥ ټوک)(٥) محمد صالحي کشفي حنفي:مناقب.

[76] . (حافظ ابوبکر شافعي؛تاريخ بغداد: ١٣\٣٣١ ) پورتنى حديث متقي په کنزالعمال ١٢(\١٠٥-١١٢، ٣٤٢٢٦ حديث) هم راوړی دى.

[77] . (کبير تفسير)

[78] . (الاصابة:٨ ټوک) او(جامع ترمذي: ٥ ټوک د فاطمې د فضايلو برخه) (امام احمد بن حنبل؛مسند) او (تذکرة الخواص د فاطمې د حالاتو برخه)

[79] . په (ذخاير العقبى :٢٤ مخ نزهة المجالس له حضرت سلمى بنت عميس)(کنزالعمال :١٢ ټوک) (الاصابة:٨ ټوک د الفاء ټکى) (نورالابصار: ٥٢ مخ)  او (تذکرة الخواص: فاطمې د حالاتوبرخه)کې

[80] . (نحل/58)

[81] . وګورﺉ:(١)بغداد تاريخ : 11/285 .(٢) كنزالعمال : 6/226 ، 220 .(٣)محب طبري؛ ذخايرالعقبى: 121 .(٤)هيثمي؛مجمع الزوايد: 9/179 .(٥)فرايد السمطين: ٢\٧٠.(٦) ترمذي؛ سنن: ٥\٤٥٦.(٧)خصايص: ٣٦ مخ ١٣٤ ګڼه حديث.(٨) د دمشق تاريخ : ٩٤ مخ.(٩)ابن مغازلي؛مناقب :٤٧٣ مخ ٤٢١ ګڼه حديث.(١٠) معجم صغير ١\١٩٩.

[82] . (ابن هشام سيرة 12/34 ، الكامل في التاريخ 2/51 )

[83] . (ابن شهراشوب مناقب 1 / 71 )

[84] . ( صحيح بخاري 5/8  او صحيح مسلم )

[85] . (بحارالانوار: ٤٣ټوک)

[86] . (بحارالانوار ٣/٥٦ – ٤٩)

[87] . وګورئ :(١) فاطمه الزهرا–بهجة قلب المصطفى ١٨٠ . (٢)حقاق الحق: ١٩/١٦.

[88] . وګورئ:بحارالانوار: ٤٣/٢١١ (له علل الشرايع څخه .)

[89] . (سنن ابوداود له انس بن مالکه،ينابيع المودة : ٥٥ باب ،١٧٤ مخ،مناقب احمد بن حنبل، کنزالعمال ٢\٩٩)

[90] . ( ابن سعد طبقات 8/11 )

[91] . وګورئ : (١)بحار الانور : 43/ 125 .(٢) الطبقات الكبرى 8/12 .(٣) الصواعق محرقة : 162.(٤) انصاب الا شراف : 452 .

[92] . وګورئ:بحارالانوار: ۳۶/۲۶ او ناسخ التواريخ:3/46-48 مخونه.

[93] . وګورئ :(١) کاتب واقدي : 8/22-20.(٢) ابن عبدالبر :4/448. (٣)ابن­اثيرجزري :7/216.

(٤)عسقلاني:8 263.(٥) بحار:43/129 او 43/130. (٦)داکتر جعفر شهيدي؛زندګاني فاطمه زهرا: ٤٤ مخ

[94] . (کشف الغمه:1/386)

[95] . وګورئ:  (١)ينابيع المودة: ٥٥\١٧٤.(٢)ذخايرالعقبى :٣٣مخ.(٣)نورالابصار٥٣ : مخ.

(٤) الاصابة : ٨ ټوک.(٥)اعلام النساء د فطم کلمه.(٦) تذکرة الخواص : ٢٧٩ مخ.

[96] . (تذکرة الاخواص او د صفوري شافعي په نزهة المجالس٢\٢٢٦)

[97] . (مفيد؛ارشاد:1/270)

[98] . وګورﺉ: (١)شيخ مفيد ارشاد : 1/270.(٢)ينابيع المودة : ٥٥ باب ١٧٥،١٧٦ مخونه.(٣)سنن ابي داود : د فاطمه الزهرا فضايل.(٤)مسند احمد حنبل : د اهل بيتو مناقب.

(٥)نورالابصار :٥٣ مخ. (٦)اعلام النسا ٤ ټوک.(٧)جامع الترمذي :٥ ټوک.(٨) کنزالعمال :١٢\٥.(٩)تذکرة لاخواص : ٢٧٥ مخونه.(١٠) ذخاير العقبى  :٣٢ ٢٩ مخ.

[99] . (ذخاير العقبى : ٣٣ او ٣٤ مخونو،ينابيع المودة : ٥٥ باب، الاصابة : ٨ ټوک،اعلام النساء : ٤ ټوک،تذکرة الخواص او مجمع الزوايد)

[100] . وګورئ :(١)بهجة القلب المصطفى:464 مخ.(٢)فاطمة الزهرا من المهد الى الحد:684 مخ.(٣) احقاق الحق:19/29 او همداسې10/367.(٤)سفينة النجاة : 217 مخ

[101] . وګورﺉ :(١)صحيح بخاري،د اهلبيتو د فضايلو برخه.(٢)صحيح مسلم ،،د اهلبيتو د فضايلو برخه.(٣)صحيح ترمذي٢\٣١٩.(٤)مستدرک الصحيحن ٣\١٥٩-١٥٨.(٥)كشف الغمه ج 1 .(٦) المستدرك 3/158 .(٧) مسند احمد بن حنبل 4/5-٣٢٣-٣٣٢ .(٨) الترمذي 10/371 .(٩) تذكرة الخواص سبط ابن جوزي .(١٠)ابن هشام سيرة .(١١)مناقب خوارزمي .(١٢) مسند احمد حنبل ٥\ ٢٦.(١٣)رياض النضره ٢\١٩٤.(١٤)مجمع الزوايد ٩\١٠١، ١١٤.(١٥) ذخاير العقبى : ٧٨ مخ .(١٦)کنزالعمال : ١٢\له ١١٢ څخه تر ١١٥ مخونو پورې .(١٧)الصواعق المحرقه: ٢٨٩ مخ .(١٨)سنن بيهقي : ٧\٦٧.(١٩)حلية الاولياء : ٢\٤٠-١٧٤.(٢٠)خصايص نسايي :٣٦ مخ .

[102] . وګورﺉ :(١) مسند احمد بن حنبل :  2/223 ،٧\٣٢٨.(٢)صحيح بخاري :  5/92 .(٣)صحيح مسلم :4/1902 .(٤)سنن ابي داود:2/226.(٥)سنن ترمذي :  5/688 .(٦) معجم كبير طبري :2/52 .(٧)مستدرك حاكم :3/154 .(٨) السنن الكبرى : 7/307 .(٩) شرح السنه  7/232 .(١٠)مقتل خوارزمي :2/53 .(١١) فرايد السمطين : ټ 245.(١٢)کنزالعمال: ٧\١١١. (١٣)صواعق :١٩٥مخ . (١٤)نزهةالمجالس :٢\٢٢٨. (١٥)کفايةالطالب :٢١ مخ. (١٦)نورلابصار:٤٥مخ. (١٧)خصايص نسايي :٣٥ مخ.(١٨)ذخاير العقبى : ٣٩ مخ.(١٩)ينابيع الموده : ١٧١مخ، ٥٥ باب.

[103] . وګورئ :١- مقتل خوارزمي  2\66 . ٢- فرايد السمطين  2\95.

[104] . وګورئ :(١)کنوزالحقايق :١٢٤مخ.(٢)ينابيع المودة:٥٦،٥٥ باب.(٣) ذخاير العقبى : ٣١ مخ.(٤)الاصابة : ٨ ټوک.(٥)اعلام النساء: د فطم کلمه .

[105] .  وګورئ :(١)مستدرک حاکم :/١٥٣.(٢)تاريخ بغداد : ٤/١٩٥.(٣)نزهة المجالس :٢/٢٢٦.

[106] . وګورئ:(١)مستدرک حاکم :٣ /١٥٢.(٢)تاريخ خوارزمي : ٣/٥٤.(٣)ذخاير العقبى :٤٨ مخ.(٤)کفاية الطالب : ٢٢٢مخ.(٥)سيوطي؛احياءالميت :٢٥٧مخ.(٦) نورالابصار : ٤٥مخ. (٧)صواعق المحرقه : ١١٢مخ.

[107] .   ارمغان- ٨٠٤مخ

[108] . وګورئ: بحار الانوار 43/81

[109] . (ابن هشام سيرة 3/106 )

[110] . وګورئ : (١)کشف الغمه:1/363.(٢)بحار:43/133-134.(٣)مناقب خوارزمي:353 .

[111] . وګورئ : (١)امام احمد حنبل؛مسند:4/369-2/26.(٢)خصايص نسايي:14 مخ.(٣)ذخاير العقبى:77 مخ .

[112] . وګورﺉ :  (١)مسند احمد بن حنبل : 2/362-٣\١٥٠.(٢)ذخاير العقبى :٥٠- ٥١ مخونه.(٣)صحيح بخاري د فصل ان الخمس النوائب رسول الله باب. (٤)مستدرک حاکم: ٣\١٥٢.(٥)عسقلاني شافعي؛الاصابة :٨\١٥٩.(٦)صحيح ابوداود: ٣٣ټوک: د تسبيح عند النوم باب. (٧) صحيح مسلم: د ذکر او دعا کتاب.(٨)کنزالعمال :٦\٢٩٥-١٥ څلورم باب.(٩) صحيح ابوداود: ٤١٢٦٨ ګڼه حديث.(١٠)صحيح مسلم ٤١٢٧١_٤١٢٧٢ ګڼه حديثونه. (١١) السيوطي؛ الدر المنثور:٦\٣٦١.(١٢)کشف الاسرار:١٠\٥٢٤.(١٣)تفسير روح البيان: ١٠\٤٥٥.

[113] . وګورئ:(بحار الانوار :67/949 –70/249 –71/184)

[114] . وګورئ: (تفسير امام حسن عسكري /354 مخ )

[115] . ( ذخائرالعقبى:٤٤ مخ)

[116] . (کشف الغمه:1/469_بحار:37/103)

[117] . وګورئ :(١)بخاري :مناقب فاطمه : 7/83 .(٢) مستدرك الصحيحين : 3/151 .(٣) صحيح مسلم : 22/127 .

[118] . ( احقاق الحق  ٤/١٥٠ – بحار الانوار ٣٨/١٩)

[119] . وګورئ:(١)مسند احمد بن حنبل: حديث 472.(٢)مناقب : 2/472 .

[120] . وګورئ : د ترمذي سنن 5/322 .

[121] . (ذخاير العقبى: 132/133 مخونه) 

[122] . وګورئ : د ترمذي سنن 5/324 .

[123] . وګورئ: (كشف الغمه 2/89)

[124] . وګورئ :(١) كشف الغمه: 2/94(٢) دلايل امامه 56. 

[125] . وګورئ : بحار الانوار  43/71.

[126] . وګورئ : ذخاير العقبى 49مخ .

[127] . وګورئ:كشف الغمه: 2/97.

[128] . وګورئ : بحار الانوار  43/392

[129] . وګورئ :(١) ذخاير العقبى/ 143  مخ .(٢) نورالانوار/ 109  مخ .

[130] . وګورئ : بحار الانوار43/281 .

[131] . وګورئ: ذخاير العقبى : 130/ نور الانوار 109 .

[132] . وګورئ: د ترمذي سنن: 5/324.

[133] . وګورئ :(١) طبراني؛ الاوسط .(٢) هيثمي؛مجمع الزوايد.  

[134] . وګورئ :(١)صحيح ترمذي ٢/٣٠٦.(٢)مستدرک حاکم٣/١٥١.(٣)مسند احمدحنبل: ٥/٣٩١. (٤) حلية الاولياء :٤/١٩٠.(٥)اسدالغابه:٥/٥٧٤.(٦)کنزالعمال:٦/٢١٧.

[135] . وګورئ :(١)مسند امام احمدحنبل :٣\٨٥،٩٣،١١٤،١٥٣.(٢)صحيح ترمذي:٢\٣٠٦.

(٣)مسند طيالسي : ٨\١٦٠ .(٤)حلية اولياء : ٥\٧٠.(٥)خصايص نسايي :٣٧مخ.(٦) فتح الباري:٨\١٠٠ .(٧)کنوزالحقايق : ١٦٥مخ.(٨)مجمع الزوايد : ٩\١٨١.

[136] . وګورئ :كشف الغمه 3/91 .

[137] . وګورئ : (١)مسند امام احمدحنبل٣\٦٢،٨٢.(٢)صحيح ترمذي١٣\١٩١.(٣)مشکل الاثار ٣\٩٣٩.(٤)مستدرک حاکم  ٣\١٦٦.(٥)حلية الاولياء ٥\٧١.(٦)بغداد تاريخ  ٤\٢٠٤.

(٧)فصول المهمه/١٣٦مخ .(٨)تذکرة سبط بن جوزي :٢٤٣مخ .(٩)خصايص نسايي :٣٦مخ .

(١٠)المعجم الکبير:١٣١مخ .(١١)مصابيح السنة:٢٠٧مخ .(١٢)ابن عساکر؛ تاريخ : ٢\٥٦.(١٣)کنزالعمال ١٣\٦٠٠.(١٤)صواعق المحرقه١٣٥مخ.(١٥)اسدالغابة :٢\١١.

[138] . ( آل عمران\٦١)

[139] . وګورئ :(١)مجمع البيان  2/452 .(٢)الكامل في التاريخ  2/23 .(٣)روح البيان  2/44 . (٤)زمخشري؛الكشاف  1/434 .(٥)فخررازي؛تفسير كبير 8/85 .(٦) د امام ثعلبي تفسير: 95 مخ.(٧) امام سيوطي .دارالمنثور  4/38 .(٨)ابن مغازي الشافي؛ المناقب  263 مخ.(٩) صحيح مسلم  ٧\١٢٠.(١٠)مسند امام احمد حنبل  ١\١٨٥.(١١)تفسير طبري  ٣ ټوک. (١٢)مستدرک ٣\١٥٠.(١٣)معرفة علوم حديث : ٥٠مخ.(١٤)دلايل النبوة ٢٩٧ مخ د حيدرآباد چاپ. (١٥)اسباب النزول ٧٤ مخ.(١٦)معالم التنزيل :١\٣٠٢.(١٧)مصابيح السنة  ٢\٢٠٤.(١٨)تذکرة الخواص :١٧ مخ.(١٩)قرطبي؛جامع الاحکام القرآن ٣\١٠٤.(٢٠)تفسير بيضاوي  ٢\٢٢.(٢١)ذخاير العقبى : ٢٥مخ.(٢٢)تفسير نيشاپوري ٣\٢٠٦.(٢٣)البحر المحيط  ٢\٤٧٩. (٢٤) د اسماعيل بن کثير القرشي تفسير  ١\٣٧٠.(٢٥)الاصابة  ٢\٥٠٣.(٢٦)خلاصة الصواعق : ٨٩ باب.(٢٧)ينابيع المودة ٢٩٥-٢٩٩مخونه.(٢٨)احقاق الحق ٣\٥٩.(٢٩) فتح القدير :٣١٦ مخ.(٣٠)تفسيير روح المعاني ٣\١٦٧.(٣١)الجواهر في تفسير القرآن الکريم  ١\١٢٧-١٢٦.(٣٢)د کشف الاسرار تفسير  ٢\١٤٧-١٥١.

[140] .

[141] . وګورئ:(١)کشاف : ٤\٦٧٠.(٢)تفسير الخازن :٧\١٥٩.(٣)سبط ابن جوزي؛تذکرة الخواص : ٢٨١-٢٨٣ مخونه.(٤)القرطبي؛جامع لاحکام:١٩-١٣١ تر١٣٤ مخونه.د بيروت چاپ. (٥)تفسير روح المعاني :٢٩\١٥٧.(٦)د علامه نيشابوري تفسير: ٢٩\١١٢.(٧)تفسير الدرالمنثور :٦\٢٢٩.(٨)تفسير فتح القدير : ٥\٣٣٨.(٩) بحرالمحيط : ٨\٣٩٥.(١٠)تفسير خازن : ٧\١٥٩.(١١)مناقب مرتضوي : ٦٤ مخ.(١٢)تفسير انوار التنزيل و اسرارالتاويل : ٢\٥٢٦.(١٣)فخر رازي؛تفسير کبير:١٥\٢٤٤_٣٠ جز.(١٤)الجواهر في تفسير القرآن الکريم : ١٢\٣٢٤-٣٠ جز.(١٥)خواجه عبدالله انصاري؛تفسير کشف الاسرار: ٢\له ٣١٩ څخه تر ٣٢١ مخونو پورې.(١٦)سنن ابن ماجه .(١٧) مستدرك نيشابوري .

[142] . وګورئ : (١)تفسيربرهان :٤/٣١٧ .(٢) امالي طوسي : ١/١٩٠ .(٣) بحار الانوار ٣٦/٥٩.

[143] . وګورئ : (١) احقاق الحق : ١٠/٣٢١ .(٢) بحارالانوار :  ٤٣/٧٣ .(٣) عوالم :  ١١/١٦٨.

[144] . وګورئ : (١)احقاق الحق : ٤/٣٤٨ .(٢)حلية الاولياء :  ٢/٤٢ .(٤) الاستيعاب :  ٢/٧٥٠.

[145] . وګورئ: (١) احقاق الحق :  ١٧/٢٣ .(٢) دلائل الامامة: ٣ او٤ مخونه.(٣) مناقب ٣٨٠ مخ .

[146] . وګورئ :(١)بحار الانوار : ٣٧/٤٤ .(٢)امالي شيخ طوسي/٢٥٩ .(٣) امالي طوسي : ٢/٢٠ (٤)مناقب خوارزمي : ١٠٦ مخ .(٥) بحار : ٣٨/١٩ .(٦) د دمشق تاريخ :  ١/٢٤٢. 

[147] . وګورئ : فرايدالسمطين : 191.

[148] . وګورئ :(١)بحار الانوار : ٤١/٢٥٧ .(٢) کشف اليقين :١٧٣/١٧٤ .(٣)ابن شهراشوب؛ مناقب : ٢/٧٤ 

[149] . وګورئ :(١)بحارالانوار:  ٣٥/٢٥٢ .(٢) تفسير فرات: ٥٢٧ .

[150] . وګورئ : (١)بحار الانوار :٣٥/٢٥١.(٢)فرات بن ابراهيم؛ تفسير: ١٩١ مخ .(٣)احقاق الحق : ١٠/٣٢٢ .

[151] . وګورئ : (١)بحار الانوار :٤٣/٢٧ .(٢)المناقب : ٣/١٢٥ .(٣) رياحين الشريعه:  ١/١٢٥.  

[152] . وګورئ : (١)امالي : ٢١٣ مخ ، ١١ حديث.(٢) عوالم : ١١/٥٨٨ .(٣) بحار : ٣٥/٢٤٠ – ٢٣٨

[153] . (١) مناقب : ٣٨٠مخ ، ٤٢٨ حديث .(٢) بحار الانوار : ٤٣/٩١ او ١٠١/٣٨.

[154] . (١)کشف الغمة : ٢/٢٣ .(٢)مکارم الاخلاق : ١/٢٦٧ .(٣) بحار الانوار : ١٠١/٣٦ .

[155] . (١)فرايد السمطين : 36،37مخونه.

(٢) غاية المرام : 15،16مخونه  او  رياض النضره:2/164.

[156] . وګورئ:(١)حافظ حسكاني؛ شواهد التنزيل : 2ټوك، 56 مخ او همداسې: 2ټوك ، 31مخ .(٢) هيثمي؛مجمع الزوايد:باب مناقب اهل بيت، 9ټوك، 169مخ او بل چاپ؛ 9ټوك ، 119مخ.(٣)ابن مغازلي  شافعي؛مناقب اميرالمؤمنين: 301مخ، 345 حديث، لومړى  چاپ.

(٤)خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :د سعد بن محمد بن الامام حسن الغومى شرح؛ 4743ګڼه ، 9ټوك، 126مخ.(٥)ګنجي  شافعي؛كفاية الطالب:62باب،243 مخ او همداسې: 100باب، 371مخ. (٦)حاكم؛المستدرك:3 ټوك، 133،146،172مخونه او همداسې: 2ټوك، 416مخ.(٧)ابن كثير په خپل تفسير كې: 3 ټوك، 483مخ.(٨)البدايه النهايه: 7ټوك، 339مخ،باب فضائل علي.(٩)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة: 33باب، 124مخ او همداسې: 127مخ .(١٠)فخر رازي په خپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې: 25ټوك، 209مخ.(١١) زمخشري؛تفسير كشاف:لومړى ټوك، 369مخ.(١٢)سيوطي؛تفسير الدرالمنثور: 5ټوك، 215مخ كې تر پورتني آيت لاندې .(١٣) ابي عمر  يوسف بن عبدالله؛ استيعاب:3ټوك، 1100مخ.(١٤) ذهبي؛تاريخ اسلام: د 61 – 80  كال پورې د امام حسين د شرح  باب، 96مخ .(١٥)حافظ ابن عساكر؛ تاريخ دمشق: 98 حديث او؛ د امام حسين د شرح  باب، 13ټوك، 67مخ.(١٦) ابن جرير طبري؛ په خپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې، 22ټوك، 6 – 7 .

[157] . وګورئ:(١)تفسير طبري 22/5 .(٢) شواهد التنزيل : 2/769 .(٣) فرايد السمطين:2/10 .

(٤)مجمع الزوايد :9/67 .(٥)سيوطي؛درالمنثور: 5/198 .(٦)ينابيع المودة : 214 مخ .(٧) صواعق المحرقة : 221 مخ .(٨) تفسير ابن كثير : 3/485 .(٩) مختصر تاريخ دمشق : 7/13.

[158] . وګورئ :(١)معجم كبير:3/56 .(٢)مسند امام احمد بن حنبل :3/259.(٣) مشكل الاثار :  2/338.(٤)شواهد التنزيل : 2/637.

[159] . (رحمن ١٩\٢٠\٢۲)

[160] . وګورئ :(١)سيوطي؛الدرالمنثور تفسير:6ټوك، 158مخ او بل چاپ: 6ټوك، 142مخ .(٢)حافظ حسكاني؛شواهد التنزيل:2ټوك،209مخ،919حديث، لومړى چاپ او دويم چاپ 2ټوك: 212مخ.(٣) ابن مغازلي؛مناقب اميرالمؤمنين:339مخ، 390حديث.(٤)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة: 39باب، 138مخ.(٥)ثعلبي؛په خپل تفسير كې:4ټوك، 289مخ.(٦)حافظ ابونعيم اصبهاني؛ما نزل من القرآن فى علي” : تر پورتني آيت لاندې .

 (٧)شبلنجي؛نور الابصار: 101مخ.(٨)خوارزمي؛مقتل الامام حسين:112مخ.(٩)كراجكي؛ كنز الفوائد: 366مخ .

[161] . (تفسير روح المعاني٢٧\٩٣ )

[162] . وګورئ :(١)صحيح ترمذي : ٢/٣٠١.(٢) بغداد تاريخ : ٢/٢٨٧.(٣) تهذيب التهذيب : ١٠/٤٣٠.

[163] . وګورئ: (١)مستدرک حاکم:٢/٣٤٣.(٢)کنز العمال : ٦/٢١٦.(٣)مجمع الزوايد :٩/١٦٨.

(٤)حلية الاولياء : ٤/ ٣٠٦.(٥)ينابيع المودة: ٤،٤٤،٥٦باب.(٦)صواعق المحرقة : ١٨٤ مخ .

(٧)مغازلي؛مناقب : ١٧٣-١٧٧ مخ.(٨) ذخاير العقبى: ٢٠ مخ .

[164] . وګورئ : (١)صحيح مسلم : ٧/١٢٣.(٢)صحيح ترمذي : ٥/٦٢١.(٣)امام احمد حنبل؛مسند: ٣/١٤.(٤) صواعق ا لمحرقه : ١٢٦ مخ.(٥)کنزالعمال:١/١٨٥.(٦)درالمنثور :٢/٢٨٥.(٧)المعجم الکبير: ٣/٦٣،٦٤،٦٥.(٨)ابن سعد؛طبقات : ٢/ ١٩٤.(٩)ابن اثير؛ النهاية : ١/٢١٦.

[165] . وګورئ :(١)احمدحنبل؛مسند:٣/١٤،١٧،٢٦،٥٩.(٢)صحيح ترمذي :٢/٣٠٨.(٣)اسدالغابة: ٢/١٢.(٤)حاکم؛مستدرک: ٣/١٠٩، ١٤٨.(٥)کنزالعمال :١/٤٨.(٦)نسايي؛ خصايص: ٢١ مخ .(٧)مجمع الزوايد :٩/١٦٣.(٨)صواعق ا لمحرقة : ١٣٦ مخ .(٩)ابن سعد؛ طبقات: ٢/٢.(١٠)فيض القدير: ٣/١٤.(١١) ينابيع المودة : ٢ باب.(١٢)فخر رازي؛ تفسير: تر واعتصمو ا بحبل ا لله (آل عمران /١٠٣) آيت لاندې .(١٣)مغازلي؛ مناقب: ٢٨١ مخ .

[166] . قصص الانبياء” په ١٤ مخ کې

[167] . وګورئ : (١)حاکم؛ مستدرک: ٣/٤٥٨ .(٢)کنزالعمال:٧٦/،٢١٧١١٦ .(٣)صواعق المحرقة:١١١مخ.(٤)مجمع الزوايد :١٧٤.(٥) فيض القدير: ٦/٢٩٧.(٦) ذخايرالعقبى: ١٧مخ.

[168] . وګورئ : (١)احمدحنبل؛مسند: ٢/٤٤٢.(٢) صحيح ابن ماجه: ١٤مخ.(٣)حاکم؛ مستدرک: ٣/١٤٩ .(٤) ذخايرالعقبى: ٢٥ مخ .(٥)صحيح ترمذي : ٢/٣١٩.(٦)تاريخ بغداد:٧/١٣٦،١٣٧_ ٤/٢٠٨.(٧)اسدالغابه:٥/٥٢٣.(٨)کنزالعمال :٦/٢١٦.(٩)سيوطي؛جمع الجوامع:٦/٢١٦.(١٠)کفاية الطالب: ١٨٩ مخ.(١١)خوارزمي؛مناقب:٩٠ مخ .(١٢)فصول المهمه: ١١ مخ .(١٣)صواعق ا لمحرقه : ١١٢ مخ.(١٤)ابن عساکر؛ تاريخ: ٤/٣١٦.(١٥)ابن کثير؛ تاريخ: ٢/ ١٨٩.

[169] . وګورئ : خوارزمي؛مفتل الحسين: 145 مخ .

[170] . وګورئ :(١) بحار الانوار :  ٤٤/٢٦٤ .(٢)الکوفي؛تفسير فرات: ٥٥ مخ .

[171] . وګورئ :(١)علل الشرايع: ٧٩ .(٢)کمال الدين: ٢/٨٧.

[172] . وګورئ :(١)امالي: /٢٠٨ .(٢) عوالم : ١١/٥٨٨ .

[173] . ( شورى\٢٣)

[174] . وګورئ :(١)فخر رازي؛ كبير تفسير: 27ټوك، 166مخ كې تر پورتني آيت لاندې .

 (٢)ګنجي  شافعي؛كفاية الطالب :86 باب.(٣) د امام احمد حنبل مسند.(٤)محب طبري؛ ذخاير العقبى : 25 مخ .(٥) ابن معازلي شافعي؛ المناقب : 309 مخ .(٦) قرطبي؛استيغاب : 8/43  ، 58 مخونه .(٧)بخاري؛صحيح:٦\ ٢٩.(٨)طبري؛تفسير: ٢٥\١٤ .(٩)الصواعق المح رقه .(١٠)حاکم؛مستدرک: ٣\١٧٢.(١١)زمخشري؛کشاف : ٣\٤٠٢.(١٢) مقتل الحسين.(١٣)جامع الاصول : ٢\٤١٥.(١٤)ابن کثير دمشقي؛تفسير :  ٤\١١٢.(١٥)تفسير الدر المنثور: ٦\٧ .(١٦) الفصول المهمه : ١١ مخ .(١٧) اسعاف الراغبين : ١١٥ مخ .(١٨)تفسير فتح ا لقدير : ٤\٢٢ .(١٩)فلک النجاة :٣٧ مخ .(٢٠)احقاق الحق :٣ \١٦.(٢١)رشفة الصادي :٢١ مخ.(٢٢)حافظ حسكاني؛شواهدالتنزيل:2ټوك،130مخ،822 حديث ، لومړى چاپ .(٢٣) بيضاوي؛ تفسير:2ټوك، 362مخ كې تر پورتني آيت لاندې(٢٤)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة:32باب، 123 او 444 مخونه .(٢٥)عبدالله بن احمد بن حنبل؛ الفضايل:باب فضائل اميرالمؤمنين  علي،187مخ،263 حديث،لومړى چاپ.(٢٦)هيثمي؛مجمع الزوايد: باب فضايل اهل بيت :9ټوك، 168مخ. (٢٧)حمويي؛ فرائدالسمطين: 2ټوك، 26باب، 120مخ. (٢٨)ابن اثير؛ اسدالغابه :5ټوك، 367 مخ  .

[175] . وګورئ :(١)تفسير امام حسن عسكري /330 مخ . (٢)بحار الانوار : 23/529.

[176] > ارمغان ٦٢٣مخ

[177] > ارمغان ٦٢٣مخ

[178] . وګورئ :(١) ابن مغازلي شافعي؛ المناقب:63 مخ .(٢)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينا بيع المودة : 97 مخ .

[179] . (کنز العمال  1/224)

[180] . وګورئ : (١)ذخاير العقبى : 44.(٢)سيوطي؛الدرالمنثور .(٣)صحيح ترمذي :٢\٣٠٦-١\٣١.(٤)صحيح بخاري : ٨ ټوک.(٥)نسايي؛خصايص :٣٣ مخ .(٦)ترمذي؛ سنن : ٥ ټوک. (٧) مستدرک الصحيحين٣ :\١٨٥-٢\٤٩٧.(٨)کنزالعمال : ١٢\له ١٠٥ څخه تر ١١٢ مخونو پورې .

[181] . وګورئ : مستدرك الصحيحين 3/154.

[182] . وګورئ : مستدرك الصحيحين : 2/ 153.

[183] . وګورئ: صحيح بخاري،خصايص نسائي،فيض القدير، كنزالعمال، مسند احمد بن حنبل، صحيح ابي داود،حلية اولياء، صحيح ترمذي: 2/319)

[184] . وګورئ :(١)خوارزمي؛مقتل : 1\ 64 .(٢)درالمنثور : 4\153 .(٣)ميزان الاعتدال : 2\518 .(٤) تاريخ بغداد : 5\87 .

[185] . وګورئ : شرح ابن ابي الحديد : 16/201.”زمخشري” په “کشاف” ( ٤/٢٢٠ – ٢٢٠ -٢٢١ مخونه) تفسير کې يو حديث نقل کړى،چې بيا “فخر رازي” ( ٢٧/١٦٥-١٦٦مخونو) او “قرطبي” ( ٨/٤٣- ٥٨ مخونه ) هم له هغه اخستى.

[186] . وګورئ : (١)امام فخررازي؛تفسير٢٧\١٦٥.(٢)ابن عربي؛تفسير ٢\٢١٩. (٣) قرطبي؛ تفسير١٦\٢٢ .(٤)ثعلبي؛تفيسر ٥\١٥٧.(٥)مقريزي؛فضل آل البيت : ١٢٨مخ.(٦)شيخ سليمان قندوزى؛ينابيع المودة  ٢\٣٣٢.(٧)ابن صباغ مالکي؛الفصول المهة ١\٥١٣. (٨) زمخشري؛الکشاف  ٣\٤٦٧.

[187] . وګورئ :(١)بحار الانوار : ٢٠/٢٤٥ ، ١٠ حديث .(٢) احقاق الحق : ١٠/٢٨٥.

[188] . وګورئ : زمخشري،كشاف، سيوطي، درالمنثور، ثعلبي(تفاسير).

[189] . وګورئ :(١)الصواعق المحرقه : ٢٨٩ مخ.(٢)ذخايرالعقبى:٤٨ مخ.(٣) الاصابة : ٨ ټوک.

(٤) تذکرة الاخواص. د فاطمة الزهرا د حالاتو برخه.(٥)فرايد السمطين : ٢\٩.(٦)کنزالعمال : ١٢ ټوک . (٧)مجمع الزوايد : ٩\٢١٢.(٨)اعلام النساء : ٤ ټوک.(٩)حاکم؛ مستدرک: ٣ټوک.

(١٠) بغداد تاريخ : ٨\١٤١.(١١)ينابيع المودة : ٥٥باب.(١٢)اسدالغابة :٥\٥٢٤.(١٣) مستدرک الصحيحين :٣\١٥٣.(١٤)لسان الميزان :٣\٢٣٧.(١٥)فصول المهمة :١٢٧ مخ.(١٦)د دمشق تاريخ : ١٢\٨٦.(١٧)ابن عساکر؛تهذيب : ٤\٢٣٦.(١٨)ابن مغازلي؛مناقب : ٤٠٦،٤٠٧،٣٧٥، ګڼه احاديث.

[190] . وګورئ :(١)بغداد تاريخ : 8/141.(٢)الصواعق المحرقة :٢٨٩مخ.(٣)مستدرک : د معرفة الصحابة کتاب.(٤) ذخاير العقبى :٤٨مخ.(٥)الاصابة :٨ ټوک.(٦)تذکرةالخواص : د فاطمې د حالاتو برخه.(٧) فرايد السمطين :٢\٩.(٨)کنزالعمال : ١٢ټوک ٦\٢١٨.(٩)اعلام النساء : ٨ ټوک، د فاطمې بنت محمد(ص) برخه.(١٠)ذهبي؛ميزان الاعتدال.(١١) لسان الميزان.(١٢)مجمع الزوايد :٢\٢١٢.(١٣)اسدُالغابة:٨\٥٢٣. (١٤)خوارزمي؛مقتل :د فاطمې د فضايلو برخه.(١٥)ينابيع المودة : ٥٥ باب.(١٦)مستدرک الصححين :٣\١٥٣. (١٧)نورالابصار :٥٣مخ.(١٨)کفاية الطالب :٢١٢مخ.(١٩)فصول المهمة :١٢٧مخ. (٢٠)نسايي؛خصايص :٢\٢٦٥.(٢١)ابن ابي الحديد؛ د نهج البلاغې شرح.(٢٢)تاريخ دمشق :١٢\٨٦.(٢٣)ابن عساکر؛ تهذيب :٤\٢٣٦.(٢٤)ابن مغازلي؛مناقب:د ابن عباس له قوله ٤٠٦او ٤٠٧ ګڼه احاديث.(٢٥)حاکم؛ مستدرک :٣\١٥٦.(٢٦)بيضاوي؛انوارالتنزيل تفسير: ١\١٥٨ د ١٣٨٨ س=١٩٦٥ز چاپ.(٢٧)الشيخ اسماعيل برسوي؛روح البيان تفسير: ٢ ټوک ٢٩ مخ د بيروت چاپ.(٢٨)جلال الدين سيوطي؛درالمنثورتفسير: ٢\٢٢ .(٢٩) رشيدالدين ميبدي؛ کشف الاسرار تفسير.(٣٠)زمخشري؛ الکشاف تفسير:١\٣٥٨.

[191] . وګورئ : د بغداد تاريخ  1/259.

[192] . (حجر\٤٣-٤٤)

[193] . وګورئ :(١) بحار الانوار : ٨/٣٠٣، ٦٢ حديث او٤٣/٨٨، ٩ حديث .(٢) رياحين الشريعة : ١/١٤٨  حديث)

[194] . وګورئ :(١)بحار الانوار: ٧/٣٠٣ .(٢) کوکب الدري : ١/١٧٥ .(٣) تفسير برهان : ٢/٣٤٦ .

[195] . وګورئ : بحارالاانوار  43/56.

[196] . وګورئ :  ابن شهر آشوب؛ مناقب : 3/320.

[197] . وګورئ :(١) كشف الغمة : 2/81.(٢)ذخاير العقبى : 42.

[198] . وګورئ : ابن طاووس؛طرايف : 111مخ .

[199] . وګورئ : رياحين الشريعة : 1/93.

[200] . وګورئ:(١) كشف الغمة : 1/473 .(٢)بحار الانوار : 43/143- 11 حديث.

[201] . وګورئ :(١)شيخ صدوق؛ امالي: 79 مخ .(٢)ثواب الاعمال :  116 مخ.

[202] . وګورئ:(١)ابن شهر اشوب؛ مناقب: 3/330 .(٢)عوامل : 11/128.

[203] . وګورئ : ينابيع المودة: 1/376.

[204] . سيد عبدالحسين طيب؛كلم الطيب:517مخ او  اروښاد مجلسي له جامع الاصول له صحيح ترمذي له “جميع بن عمير”

[205] . وګورئ:ارواښاد حافظ خطيب بغدادي؛ بغداد تاريخ: 12/331.

[206] . وګورئ :(١)امام احمد حنبل؛ فضايل الصحابه  2/625 –626 .(٢)طبراني؛معجم  الكبير3/1634 ګڼه حديث .(٣)حاكم؛ مستدرك 3/142 .(٤)حاكم حسكاني حنفي؛ شواهد التنزيل: 177مخ.

[207] . وګورئ :(١) بحار الانوار :  ٦٥/١٥٥ .(٢)تفسير البرهان : ٤/٢١.

[208] . وګورئ :(١) بحار الانوار  ٢/٣ .(٢) لئالي الاخبار ٢/٢٥٤.

[209] . (نور\٣٥)

[210] . وګورئ : المناقب  223 – 317مخونه.

[211] . وګورئ :(١) وسايل الشيعه : ٥/٢٩ .(٢)معاني الاخبار : ٣٩٩ مخ .(٣) دلايل الامامة : ٤ مخ.

[212] . وګورئ :(١)ابن حجر؛ الصواعق المحرقة : 107مخ.(٢)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة : 173.

[213] . وګورئ :(١)حاكم؛مستدرك :3/53.(٢)ابن حجر عسقلاني؛الاصابة :8/159.(٣) سبط ابن جوزي؛ تذكرة الخواص : 175 مخ.(٤)محب طبري؛ذخائر العقبى :39مخ.(٥)ابن حجر هيثمي شافعي؛الصواعق المحرقه : 105مخ.(٦) ابن اثير؛ اسدالغابة : 5/522.(٧) ذهبي؛ ميزان الاعتدال .

[214] . وګورئ :(١) عوالم : 11/628 .(٢)ابن ماجه؛سنن : 2/22.

[215] . وګورئ :(١)نفاس اللباب 3\124 .(٢)عوالم 11\629 .

[216] . وګورئ : كنزالعمال  12/339 – 353 حديث .

[217] . وګورئ :(١) دلايل امامة .(٢) کنز العمال : ٧/٢٢٥ .(٣) تاريخ بغداد : ١٢/٥٠  .

[218] . وګورئ :(١)مستدرک الوسايل  ٧/٣٦٦ .(٢)کتاب عالم  ١١/٦٢٥ .(٣)دلايل الامامة : ٧ مخ .

[219] . وګورئ :(١)احقاق الحق  ١٩/١٢٩، ١٠/٣٦٧ .(٢) وسيلة النجاة /٢١٧.

[220] . ارمغان ٨٠٤مخ

[221] . وګورئ : کنزالعمال : 1ټوک، 439 مخ).

[222] . وګورئ : کنزالعمال 1/436،447 – 2/179.

[223] . وګورئ :(١)الصلاة: پر پېغمبر اکرم د درود باب.(٢)ترمذي؛سنن :2ټوک،270 مخ.(٣)نسايي؛سنن:3ټوک،50 مخ .(٤)طيالسي؛ مسند: لومړى ټوک: 283 مخ،2122 حديث.

(٥)رياض الصالحين: 381 مخ. (٦)واحدي ؛اسباب التنزيل:250 مخ .(٧)سيوطي؛ دراالمنثور: 5ټوک،218 مخ. (٨)قرطبي؛تفسير:14 ټوک،294 مخ .

[224] . وګورئ :(١)امام احمد حنبل؛مسند:6ټوک،18 مخ.(٢)نسايي؛ سنن :3ټوک،44 مخ .

(٣)حاکم؛مستدرک:لومړى ټوک،268 مخ. (٤)رياض الصالحين نبوي:382 مخ .

[225] . وګورئ :(١)احمد؛ مسند: لومړى ټوک،٢٠١ مخ .(٢)ترمذي؛ سنن: د دعا کتاب،١٣ټوک ،٦٢ او ٦٣ مخونه.

[226] . وګورئ :(١) تفسير در المنثور ٥ټوک، ٢١٧ مخ .(٢) کنزالعمال ٢ټوک،١٧٦ مخ.

[227] . وګورئ :(١)مسلم؛صحيح :کتاب الصلاة:لومړى ټوک،305 مخ ،67 حديث.(٢)دارمي؛ سنن: لومړى ټوک،٣١٠ مخ.(٣)ابوداود؛ سنن :لومړى ټوک: ٢٥٨ مخ،٩٨٠ حديث.(٤) نسايي؛ سنن :٣ ټوک،٤٥_٤٧ مخونه.(٥)ترمذي؛سنن: کتاب تفسير، د احزاب د سورت تفسير ٢/ ٩٥ .(٦) امام مالک؛ موطاء: ١/، ١٦٥ _١٦٦ .(٧)احمد بن حنبل؛ مسند ٥/٢٧٤ مخ او همداسې ٤ /١١٨ .(٨)کنزالعمال ٢/١٨٢ .(٩)قرطبي؛ تفسير ٤/٢٣٣ . (١٠)تفسير درالمنثور ٥/٢١٦ او ٢١٧.(١١)ابن کثير؛ تفسير ٣ /508 .(١٢)تفسير خازن 3/٤٧٧ .(١٣)مستدرک الصحيحين :١/٢٦٨ .(١٤)بيهقي؛ سنن  ٢/٣٧٨  .

[228] . وګورئ : کنز العمال ١/٥٨٢.

[229] . وګورئ : خياباني؛وقايع الايام: جلد صيام /٢٩٥.

[230] . وګورئ :(١) بحار الانوار: ٨/٥٣، ٦٢ حديث .(٢)کشف الغمة : ٢/٥٧ .(٣) لئالي الاخبار : ٥/٦٥ .

[231] . (وګورئ :(١)امالي؛ صدوق : 6 حديث .(٢) بحار الانوار: 22/508.

[232] . وګورئ: بحار الانوار 22/484 – كتاب عوالم 11/399.

[233] . وګورئ  :(١)صحيح بخاري 5/15 .(٢) سنن دارمي 5/40.

[234] . وګورئ :(١) رياحين الشريعه 1/249 .(٢)احقاق الحق  10/427-430 .

[235] . وګورئ : (١)بخاري؛صحيح  5/15 . (٢)احقاق الحق : 10.

[236] . وګورئ :(١) بحار الانوار 43/176 ، 7 باب .(٢)عوالم  11/487 – 2 باب .

[237] . وګورئ :(١)بحار الانوار 43/176 .(٢)عوالم  11/486 ، 12 باب .

[238] . وګورئ :(١)سيرة نبوي ٣/٣٦٤ .(٢)عوالم : ١١  مخ .

[239] . وګورئ :(١)بحارالانوار  ٤٣/١٧٧ .(٢) کوکب الدرى ١/٢٤٢ )

[240] . وګورئ :(١)ابن شهر اشوب؛ مناقب ١/٢٤٢ .(٢)اعلام النسا‌ء ١/١٢٥.(٣)کتاب عوالم  ١١/٤٥٤.(٤) احقاق الحق  ١٠/٤٨٣ .

[241] . وګورئ :(١)بحارالانوار ٤٣/١٧٦ .(٢) کوکب الدري ،لومړى جز / ٢٤٠.

[242] . وګورئ : (١)ابن شهر اشوب؛ مناقب: 3/362 .(٢)اعيان الشيعه : 1/319 .

[243] . ٥٦٩مخ : د خوشال ارمغان

[244] . وګورئ : احقاق الحق 10/435 .   

[245] . وګورئ :(١) بحار الانوار ٢٢/٣٥٢ – ٤٣/٦٦- ٩١/٣٢٦ .(٢) دلائل الامامة : ٨ مخ .

[246] . وګورئ : (١)کنزالعمال : ٦/٢١٠.(٢) ابوالفضل احمد بن ابي طاهر بغدادي (٢٠٤_٢٨٠ مړ)؛بلاغات النساء : ٢٣مخ .(٣)حاکم؛مستدرک٣/١٥٣.(٤)ميزان الاعتدال  ٢/١٧٢. (٥) احمد حنبل؛ مسند ١/٦٠.(٦)سيرة حلبيه  ٣/٣٩٠.(٧) اعلام النساء  ٣/٢١٤.(٨) اسد الغابه  ٢/٥٢٢.(٩) الامامة و السياسة  ٢/١٤.(١٠) د نهج البلاغې شرح  ٤/٧٨.١١_”احمد بن موسى بن مردويه اصفهاني” د اهلسنتو مشهور ديني عالم،چې سند يې حضرت عايشې بي بي ته رسي.١٢_”ابوبکر احمد بن عبدالعزيز جوهري”؛ السقيفه .

يادونه :موږ دا خطبه له “سيدرضي الدين موسى بن طاووس” (٦٦٤ مړ)؛طرايف : (٤٠٩_٤٢١ مخونه ژباړلې ده .)

[247] . وګورئ :(١)کنزالعمال۶/ ۲۱۹.(٢)بلاغات النساء :۲۳مخ.(٣)حاکم نيشاپوري؛ مستدرک ۳/ ۱۵۳. (٤)ميزان الاعتدال  ۲/ ۱۷۲.(٥)احمد بن حنبل؛ مسند ۱/ ۶۰.(٦)سيرة حلبيه  ۳/ ۳۹۰.(٧)اعلام النساء :۳/ ۲۱۴.(٨)اسدالغابه  ۲/ ۵۲۲.(٩)الامامة والسياسة  ۲/ ۲۴.(١٠)شرح نهج البلاغه  ۴/ ۷۸.(١١)ابن شهر اشوب؛ مناقب. (١٢)ابوالفضل احمد بن طاهر(۲۰۴-۲۸۰ه).(١٣) شريف المرتضی(۳۵۵-۴۳۶ه).(١٤)ابن ابي الحديد(م۶۵۵ه). (١٥)ابوالحسن اربلي(م۶۹۳ه).(١٦)ابوبکر احمد بن عبدالعزيز جوهري(م ۳۲۳ه).(١٧)ابن اثير؛النهاية فی غريب الحديث ۴/ ۲۷۳.(١٨)مسعودي؛مروج الذهب  ۲/۳۱۱.(١٩) ابن منظور؛لسان العرب  ۱۲/۳۳۱.

[248] . (١)طبرسي؛احتجاج 2/109 د مشهد چاپ.(٢)بحارالانوار43/158-159. (٣) اربلي؛ كشف الغمة 147  مخ.(٤)عمررضا كحاله؛اعلام النسا‌‌ء 4/ 122.(٥)ابن ابي الحديد؛ شرح نهج البلاغه 16/233-234 د ايران چاپ. (٦)بلاغات النساء:٣٢مخ.

[249] . (زندگاني فاطمه زهرا:155 مخ)

[250] . 43/170 له دلائل امامه

[251] . (طبقات17/8)

[252] . وګورئ:(١) صحيح ترمذي :١٣/٢٤٩ .(٢) صحيح بخاري : ٥/٢١ –٦/ ١٠.

[253] . وګورئ:(١)کتاب عوالم ١١/٤٩١ .(٢)بحار الانوار  ٤٣/١٧٩  حديثونه.  

[254] . وګورئ:(١)بحار الانوار  ٤٣/٢٠٠ .(٢)کتاب عوالم  ١١/٦١٠ .

[255] . وګورئ :(١) کتاب زهرة الرياض.(٢) کوکب الدري  ١/.(٣) بحار ٤٣/٢٠٩.(٤)طبري؛ دلايل النبوة  ٤٣ مخ .(٥) رياحين الشريعه   ٢/٧٥ .

[256] . وګورئ :(١)بحارالانوار  ٧٩/٢٧ .(٢)مصباح الانوار.

[257] . وګورئ :(١)دلايل الامامة : ٤٤ مخ .(٢)بحار الانوار ٧٨/١٣١.(٣)صحيح بخاري  ٥/١٣٩.

[258] . وګورئ : ذخاير العقبى:٥٣ مخ .

[259] . وګورئ : کشف الغمة٢/٦٢.

[260] . وګورئ :(١)بحارالانوار ٤٣/٩٠-١١٤ .(٢)امالي : ٤٢ مخ .

[261] . وګورئ :(١)کشف الغمة  ٢/٦٢ .(٢)وسائل الشيعه  ٢/ ٣١.

[262] . وګورئ :بحارالانوار : 34/193.

[263] . وګورئ:(١)سيرة الائمة الاثنى عشري :١/٩٦(٢) سيوطي؛الثغور الباسمه في حياة سيدتنا فاطمه : ٥٢ مخ.(٣) توفيق ابوعلم؛ اهلبيت:١٢٨_١٢٩ مخونه.

[264] . وګورئ : دلائل الامامة/١ .

[265] . وګورئ :  کفاية الاثر  ١٩٣_٢٠٠

[266] . وګورئ :  بحار٩٦/٢٢٥.

[267] . وګورئ : شمس الدين جزري؛اسنى مطالب :٧٠ مخ.

[268] . وګورئ :  سفينة البحار:٢/٤٣.

[269] . وګورئ : توفيق ابوعلم؛اهلبيت:١٣١ مخ.

[270] . (پورته سرچينه :١٣٠_١٣١ مخ)

[271] . وګورئ : دلائل الامامة : ٥ مخ .

[272] . وګورئ :  ابن شهر آشوب؛مناقب  ٣/٣٢٠.

[273] . وګورئ :  فاطمة الزهرابهجة قلب المصطفى:١/٢٧٣.

[274] . وګورئ :  خلاصة الاذکار : ٧٠ مخ .

[275] . وګورئ :  بحار:٤٣/٦٦

[276] . تاريخ الادب العربي (فى ضو المنهج الاسلامي په٢٥٧ مخ

[277] . وګورئ :(١)کشف الغمه ٢/١١٥.(٢)اعيان الشيعه  ١/٣١٨.

[278] . بحارالانوار٦٦/٢٩٣.

[279] . نور/٣٥ آيت

[280] . ابراهيم/١ آيت

[281] . مؤمنون/١٤ آيت

[282] . اعراف/١٨٠ آيت

[283] . روم/٣٠ آيت

[284] . مائده/٣ آيت

[285] . عيون اخبار الرضا دويم ټوک،٦٦ مخ،٣١ حديث . التوحيد،٣٠٧ مخ .المستدرک الصحيحين٣/١٢٦؛مجمع الزوائد٩/١١١

[286] . ابراهيم ٢٤-٢٥ آيتونه.

[287] . امالي صدوق،٧٨ مخ،٧ مجلس،٣ حديث

د امام احمد بن حنبل مسند٣/٣٧.

[288] . توبه/٣٣ آيت

[289] . زمر/٦٩ آيت

[290] . نجم/٣ آيت

[291] . صحيح بخاري،٤ ټوک،٢١٠ مخ،باب مناقب قرابة رسول الله او په الايضاح کې په توپير ٥٤ مخ .

[292] . صحيح بخاري،٤ ټوک،،٢١٠ مخ،باب مناقب قرابة رسول الله،الطرايف،٢٦٢ مخ.

[293] . کافي،لومړى ټوک،٤٤٢ مخ،١٠ حديث.

[294] . امالي شيخ طوسي،٤٢٧ مخ. امالي شيخ طوسي،٤٢٧ مخ.المستدرک على الصحيحين٣/١٥٤.

[295] . مکاشفات يوحناى رسول/١٢ باب

[296] . دخان/٤ آيت او الکافي١/٤٧٩.

[297] . آل عمران٦١ آيت

[298] الرحمن/١٩ آيت او الخصال/١٦٥ مخ.

[299] . انسان/٩ آيت او الارشاد١/١٧٨.

[300] . تاريخ بغداد١/٢٧٤.

[301] . المستدرک على الصحيحين٣/١٥٣.

[302] . حديد/١٢ آيت.

[303] . قمر/٥٥ آيت.

[304] . ميزان الاعتدال٢/١٣١.

[305] . تفسير فرات کوفى/٤٤٦ مخ.

[306] . آل عمران/١٦٤ آيت.

[307] . الکافى ١/٢٤١

[308] . وسائل الشيعه،ابواب النيابة فى الحج،٢٦ باب،١١ ټوک،٢٠٠ مخ .

[309] . بحارالانوار٤٣/١٧٧ .

[310] . بحارالانوار٧٩/١٠٦.

[311] . دعائم الاسلام ١/٢٣٢.

[312] . نهج البلاغه/٢٠٢ خطبه.

[313] . شورى/٢٣ آيت.

[314] . کنزالفوائد/١٥٤ مخ .

[315] . آل عمران/١٩ آيت .

[316] . توحيد صدوق/١٥٢ مخ

[317] . مائده/٥٤ آيت .

[318] . بحارالانوار٤٣/٢١٤.

[319] . آل عمران/١٨ آيت.

[320] . رعد/٤٣ آيت.

[321] . يس/٥٨ آيت.

[322] . حشر/٢٣  آيت.

[323] . بحارالانوار٤٣/١٧٥.

[324] . مناقب آل ابيطالب١/٢٠٨.

[325] . الاحتجاج١/١٣٤.

[326] . يونس/١٠٩ آيت .

[327] .     ارمغان ٥مخ

[328] . اسدالغابه 2/18 ، مقاتل الطالبيين، 78

[329] . د امام زيد مسند /468 مخ

[330] . مستدرك الصحيحين 3/179 ، اسدالغابه 2/18 تاريخ الخلفا 6/188 ،  د امام زيد مسند /468 مخ .

[331] . ذخائرالعقبى، 120 ،مستدرك الصحيحين 3/179

[332] . المعجم الكبير 1/36 ،د ترمذى سنن 5/325 ،انساب الاشراف 5/291  .

[333] . ابن مغازلي شافعي، مناقب على بن ابيطالب 328 مخ ، 375 حديث ، حاكم حسكاني حنفي، شواهدالتنزيل 1/44 ، 45 ، 47 ، شيخ سليمان قندوزي حنفي، ينابيع الموده 126 مخ، د اسلامبول چاپ .

[334] .  امام سيوطي، الدارالمنثور 5/7 ،  ابن حجر هيثمي شافعي، الصواعق المحرقه 170 .

[335] . صحيح مسلم 7/130 ،ذخائرالعقبى /24 مخ،د ترمذى سنن 5/328 مخ، الصواعق المحرقه /143

[336] . تر همدې آيت لاندې د طبري، بيضاوي، نيشاپوري، كشاف، الدارالمنثور، او د واحدي اسباب النزول تفاسير.

[337] . ٨٠٥ ارمغان خوشحال :.

[338] . امام احمد حنبل مسند (٤/١٣٢ مخ)+ کنز العمال (١٣/٩٩-١٠٠ مخونه) او (١٦/٢٦٢ مخ)+ منتخب کنزالعمال (٥/١٠٦ مخ)+ جامع الصغير (٣/١٤٥مخ)

[339] . کنزالعمال (١٦/٢٧٠ مخ)

[340] . بخاري الاباب المفرد، باب معانقة الصبتى، ٣٦٤ حديث + ترمذي سنن (١٣/١٩٥ مخ) + ابن ماجه سنن، کتاب المقدمه: باب١١ ، ١٤٤ گڼه حديث + امام احمد حنبل مسند (٤/١٧٢)+ حاکم مستدرک (٣/١٧٧مخ) چې حاکم او ذهبي دواړو دا حديث سم گڼلى دى + اسدالغابه (٢/١٩) او (٥/١٣٠ مخ).

[341] . کنز العمال (١٦/٢٧٠ مخ) او (١٣/١٠١ او ١٠٥ مخونه)

[342] . کنز العمال (١٦/٢٧٠ مخ) او (١٣/١٠١ او ١٠٥ مخونه)

[343] . کنز العمال (١٦/٢٧٠ مخ) او (١٣/١٠١ او ١٠٥ مخونه)

[344] . بقره: ١٣٦ آيت:

[345] . بقره: ١٤٠ آيت:

[346] . آل عمران: ٨٤ آيت

[347] . نساء ١٦٣ آيت:

[348] . طه: ٢٥-٣٦ آيتونه

[349] . قصص: ٣٤-٣٥ آيتونه:

[350] . اعراف: ١٤٢ آيت

[351] . فرقان: ٣٥ آيت

[352] . مؤمنون: ٤٥ آيت

[353] . د ترمذى سنن 5/322 ،د ترمذى سنن 5/324 ،ذخائرالعقبى 121 مخ

[354] . اسدالغابه 2/21، د طبري تاريخ 4/349 .

[355] . صحيح مسلم 7/130 .

[356] . ذخاير العقبى /134

[357] . ذخاير العقبى 132او 133 مخونه.

[358] . ابن ماجه، سنن 1/51 .

[359] . الاستيعاب 1/375

[360] . د ترمذي سنن 5/322

[361] . د ترمذي سنن 5/323

[362] . اسعاف الراغبين /182.

[363] . ذخاير العقبى 143، نورالابصار 114.

[364] . ذخاير العقبى /130 نورالابصار /109

[365] . الاصابه 1/329، ذخايرالعقبى /123

[366] . ذخايرالعقبى /123

[367] . د ابن ماجه سنن 1/51

[368] . الصواعق /185، ذخائرالعقبى /131

[369] . تذكره الخواص /257.

[370] . د ترمذي سنن 5/324

[371] . د ابن ماجه سنن 1/52

[372] . ارمغان ٧١ مخ

[373] . ذخاير العقبى، ١٣٦ مخ.

[374] . تهذيب التهذيب 2/300

[375] . د ابن عساكر تاريخ 13 / 212

[376] .  البدايه والنهايه 8/37

[377] . مجمع  الزوائد 9/186

[378] . ګنجي، شافعي، كفايه الطالب /425

[379] . د ابن اعثم كوفي تاريخ فارسي ژباړه 345 مخ.

[380] . ابو حنيفه الدينوري، اخبار الطوال /208

[381] . تذكره الخواص /236

[382] . خوارزمي، مقتل 1/181

[383] . خوارزمي مقتل 1/122.

[384] . تذكره الخواص /259

[385] . اخبار الطوال /260

[386] . اسدالغابه 2/21

[387] . عبدالله علايلي، الامام الحسين /118 (د ابن عساكر له تاريخه اخستل شوي دي). 

[388] . كنزالعمال 13 /639

[389] . كنزالعمال 13 / 640

[390] . كفاية الطالب /311

[391] . ذخائر العقبى 123

[392] . ابن ماجه، سنن 1/56 ترمذي، سنن 5/321

[393] . ذخائر العقبى /129

[394] . ذخائر العقبى /136 مخ

[395] . خوارزمي، مقتل 146 مخ، 7 فصل، قندوزي ينابيع الموده /445

[396] . ينابيع الموده /91، ابن  مغازلي شافعي، المناقب 297 او 90 مخونه

[397] . خوارزمي، مقتل /184 .

[398] . پورته سرچينه .

[399] . علايلى، الامام الحسين /98 او 99

[400] . ابن اثير، كامل 3/411

[401] . يعقوبي تاريخ 2/219

[402] . د ابن عساكر تاريخ 13/56

[403] . شبلنجي، نورالابصار /166

[404] . شعراني، طبقات 1/23 د صفوة الصفوه لنډيز /62

[405] . ياقوت مستعصمي، اسرار الحكما /90

[406] . علايلي، الامام الحسين /126 [د ابن عساكر (4/323) له تاريخه نقل شوى دى].

[407] . بلاغه الحسين /46 (د ابن عساكر له تاريخه اخستل شوي).

[408] . 1_ اسدالغابه 2/20 استيعاب 1/378 ،2_ تذكره الخواص /268 ،  3_ ابن اثير، كامل 3/415 ،  4_ ابن اثير، كامل 3/425 _ 426

[409] . _ نظم در رالسمطين /212  ذخاير العقبى /129، )_علايلي، الامام الحسين /128د ابن عساكر له تاريخه نقل شوي ، علايلي، الامام الحسين /138 له عيون الاخبار (3/140) نه نقل شوي او دا د انعام سورت د 124 ايت يوه برخه ده. 5_  ادب او عاطفت

[410] . 1_ نطم در رالسمطين /209 ، 2_ علايلي، الامام الحسين /129 ،  3_ ابن اثير، كامل 3/440 ، 4_ ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه 2/53 ، 5_ طبرى،تاريخ 4/302

[411] . (الاتحاف بحب الاشراف /59 )

[412] . (ابو الشهدا /71 مخ )

[413] . ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه 3/263 (له قرشي الامام الحسين 1/119 نه اخستل شوي دي )

[414] . 1 _ ابن ابى الحديد . معتزلي شافعي ، شرح نهج البلاغه 1/302 ،  2 _ ابن اثير، كامل 3/419 ،  3 _ طبرى ، تاريخ 4/305 ،  4 _ ابن اثير ، كامل تاريخ 3/431 ( د الفاظو په لږ شانته توپير )5 _ ابن ابى الحديد ، معتزلي، شافعي شرح نهج البلاغه 1/301

[415] . ارمغان ٨٢١مخ

[416] . ( 1 ) _ ابن اثير ،كامل 3/315 ، ( 2 ) _ حديث وليكل شى او هم د سولى د تړون مادې ، ( 3 ) _ ابن اثير، كامل 2/503 ، طبرى ،تاريخ الامم و الملوك 4/224

[417] . (البدايه و النهايه 8/141-142)

[418] . (خلافت وملوكيت 194مخ)

[419] . الامام على صوت العداله الانسانيه ، 1/71 )

[420] . العقدالفريد 3/131-129-ابن اثير 3/216 – تهذيب ابن عساكر 6/155-طبرى 6/171-ابن اثير 3/218-ائن كثير 8/80-79-ابن اثير 3/218-216 العقدالفريد 3/131-130

[421] .  تاريخ الامم و الملوك 4/174-175 )

[422] . 1 _ د طبرى تاريخ ، د 51 كال پېښې ، 2 _ د ابن اثير، كامل 202-309 مخونه .

 3 _ د ابن عساكر تاريخ 2/379   ، 4 _ ابوريه ، شيخ المضيره ، 184-185 مخونه

[423] . ( الامام الحسين ، 66 مخ )

[424] . ( مروج الذهب ، 3/77 او سبط ابن جوزي حنفي (تذكره الخواص 286-292 )

[425] . ( تذكره الخواص / 291 مخ)

[426] . ( صبح الاعشى 6/387 )

[427] . ( كامل  3/268 )

[428] . (تذكره الخواص، 261)

[429] .  ابن جوزي ، پر يزيد د لعن د جواز رساله .

[430] . د حمزه شينوارى كليات 4/337 مخ

[431] . طبرى تاريخ 117، ابن اثير تاريخ (الكامل) 3/47 د ابن كثير تاريخ 8/220

[432] . د ابن كثير تاريخ 6/234 .

[433] . د ابن كثير تاريخ 8/22

[434] . طبري تاريخ 7/13

[435] . التنبيه والاشراف، 264مخ،مروج الذهب 3/71

[436] . قاضى زنګه زورى، تاريخ آل محمد 30مخ.

[437] ( الف ) ابن قتيبه الدينورى ، الاامامه و السياسه 1/179-185 او 2/11 نه وروسته ، ( ب ) مروج الذهب 3/72-73 ، ( ج ) يعقوبى تاريخ 2/ 251-252 ، ( د ) – تذكره الخواص 289 ، ( ه ) تاريخ الخميس 2/303 ، ( ز ) سيوطى ، تاريخ الخلفا، 9 مخ.

[438] .  الاغانى 6/356-355 ،  الاستيعاب 690 ، النزاع والتخاصم 20 ، شرح نهج البلاغه ( ابن ابى الحديد ) ، 3/451

[439] . (الكامل 3/472 د 51ه پېښې، ابن ابى الحديد، شرح نهج البلاغه 4/56-57 مخونه).

[440] . (مسند امام حنبل 1/ 385، 411، 433، 446) 

[441] . مصنّف ابن ابي شيبه : ج 2 ، ص 374 ، ح 32104 ؛ مسند احمد : ج 2 ،‌ص 323 ، ح  ؛ فضائل احمد : ص 90 ، ح 133 ؛ الانساب الاشراف : ص 91 ، ح 219 ؛ مسند ابو يعلي : ج 12 ، ص 444 ، ح 7013 ؛ معجم كبير طبراني : ج 23 ، ص 322 ، ح 737 او  ص 323 ، ح 738 ؛ معجم اوسط طبراني : ج 6 ، ص 389 ، ح 5828 ؛ معجم صغير طبراني : ج 2 ، ص 21 ؛ مستدرك حاكم : ج 3 ، ص 121 ؛ تاريخ بغداد : ج 7 ، ص 401 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 171 ـ 172 ، ح 664 ـ 665 او  ص 182 ـ 184 ، ح 667 ـ 671

[442] . مصنّف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 375 ،‌ح 3211 ؛ مسند ډبو يعـلي : ج 2 ، ص 114 ، ح 777 ؛ مناقب كوفي :‌ج 2 ، 548 ، ح 1057 ؛ عقد الفريـد : ج 5 ، ص 114 ؛ ترجمة الامام علـي من تاريخ دمشق : ج 3 ، ص 71 ، ح 1103 ؛ تهذيب الكمال : ج 12 ، ص 555 ، ح 2768 .

[443] . (عقدالفريد 3/ 127)

[444] . (شرح نهج البلاغه، د 57 خطبې شرحه)

[445] . مصنف ابن ابي شيبه :‌ج 6 ، ص 368 ، ح 32055 ؛ صحيح مسلم : ج 1 ، ص 86  ( باب 33 ) ، ح 131 ؛ سنن ابن ماجه : ج 1 ، ص 114 ؛ كتاب السنه : ص 584 ، ح 1325 ؛ سنن کبرى نسائي : ج 5 ،‌ص47 ، ح 8153 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 15 ، ص 376 ، ح 6924 ؛ منـاقب كوفـي : ج2 ، ص 479 ، ح 978 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 195 ، ح 689 او  690 .

[446] . سيره ابن هشام : ج 2 ، ص 334 ؛ طبقات ابن سعد : ج 2 ، ص 110 ؛ مصنف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 372 ، ح 32091اوج 7 ، ص 392 ، ح 36863 ؛ مسند احمد : ج 5 ، ص 178 ، ح 3062او6063 ( ج 4 ، ص 51 ، ط قديم )اوج 17 ، ص 197 ، ح 11122 ( ج 2 ، ص 26 ، ط قديم) ؛ فضائل احمد : ص 74 ، ح 111اوص 119 ، ح 176اوص 149 ، ح 216اوص 211 ، ح 291 ؛ كتاب السنه : ص 551 ، ح 1188اوص 588 ، ح 1351 ؛ صحيح مسلم : ج 3 ، ص 1433اوج 4 ، ص 1872 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 457 ، ح 951اوص 496 ، ح 977او996اوص 500 ، ح 1002 ؛ مسند روياني : ج 2 ، ص 172 ، ح 1172اوص 166 ، ح 1149 ؛ معجم كبير طبراني : ج 12 ، ص 77 ، ح 12593اوص 114 ، ح 12722 ؛ سنن بيهقي : ج 9 ، ص 131 ؛ البداية و النهاية : ج 7 ، ص 342 او . . . 

[447] . (تاريخ 4/304)

[448] . (ابن شهر اشوب، مناقب 4/88)

[449] .طبري تاريخ،د اروپا چاپ، دويم ټوک،٢٨٧ مخ؛ د طبراني معجم کبير،٦١ حديث،١٢٨ مخ، د امام حسين د حالاتو په شرح کې . د حالاتو دا شرح د مرحوم سيد عزيز طباطبايي په تنظيم او ټاکنه د “الحسين و السنة” په نامه  د امام احمد حنبل له “فايل الحسين” له برخې سره يو ځاى د قم په مهر چاپخانه کې چاپ شوى دى او همداراز ابن عساکر،٦٤١ حديث،چې عبارت يې داسې دى : او چې کله حسين ووژل شو؛نو زه له خپلې معمولې کړنلارې تېرېږم .”

[450] . طبراني معجم الكبير، 85 حديث ؛ ابن سعد طبقات 277 حديث، د امام حسي د حالاتو شرح ؛ ابن عساكر تاريخ، 639 او 640 ګڼې احاديث ؛ ذهبي تاريخ الاسلام )3\111 مخ( ؛ سير النبلاء )3\195 مخ( ؛ مجمع الزوايد )9\139 مخ( ؛ خوارزمي مقتل )1\165 مخ( ؛ تهذيب التهذيب )2\347 مخ (؛ الروض النفير د مجموع الفقه الكبير شرح.

سره له دې چې موږ پر « كعب ډاډ نه لرو، دا روايت مو ځكه راوړى چې د امام حسين د شهادت روايت يو متواتر روايت دى او ښايي كعب له هغو كسانو اورېدلى وي، چې له رسول الله (ص) يې اورېدلى و او هم كېداى شي، چې د كتابيانو په كتابونو كې يې له مطالعې وي.

[451] . خوارزمي مقتل 1\87-88 مخونه؛ذخائر العقبى 119 مخ.

په اصطلاح دا چې: دا روايت له تاريخي واقعيت سره اړخ نه لګوي، ځكه « حضرت اسماء بنت عميس» له خپل مېړه حضرت جعفر طيار سره د خيبر تر فتح وروسته له حبشې راستانه شوي وو او امام حسن تر دې له مخه نړۍ ته راغلي وو، سمايي « حضرت سلمى بنت عميس» د حمزه سيدالشهداء مېرمن ده، چې د حالاتو شرح يې په «اسدالغابه 5 \479 كې راغلې ده.

[452] . حاكم مستدرك الصحيحين 3\176 مخ  لنډيز يې په 179 مخ كې راغلى دى؛ ابن عساكر تاريخ 631 حديث او ورته يې په 630 حديث كې؛ مجمع الزوايد 9\179 مخ؛ خوارزمي 1\159 او په 162 مخ كې په بل عبارت؛  ابن كثير تاريخ  2\230 مخ ( او ) 8\199 مخ ؛شجري امالي، 188 مخ؛ ابن صباغ مالكي، الفعول المهمة، 145 مخ ؛ الروض النفير؛1\89 مخ ؛ المواعق 115 مخ او بل چاپ كې يې 190 مخ؛ كنزالعمال، پخوانى چاپ 3\223 مخ؛ النخصائص الكبرا )2\152 مخ.

د اهل البيتو په كتابونو كې وګورئ: مثير الاخزان 8 مخ ؛ ابن طاووس الهوف، 16 و 17 مخونه. راوي وايي: پيغمبر (ص) له دې سفره خپه راستون شو او پر منبر يې خطبه وويله چې امام حسين او امام حسن يې په مخ كې وو، تر موعظې وروسته يې ښي لاس د امام حسين پر سر كېښود او اعان ته يې سر پورته كړ او ويې ويل: خدايه! زه محمد ستا بنده او نبي يم او دا دواړه زما د ځوځات، ځان او جرړې دي، چې تر ځان وروسته يې پر ځاى پرېږدم!

[453] . خوارزمي مقتل  1\163-164 مخونه  چې موږ يې لنډيز راوړى دى .

[454] . خوارزمي مقتل 1\163-164 مخونه،چې موږ يې لنډيز راوړى دى .

[455] . ابن عساكر تاريخ، 629 حديث؛ مجمع الزوايد 9\188 مخ؛ كنزالعمال 13\112 مخ؛ ابن كثير تاريخ )8\199 مخ

د اهل البيتو د لارويانو په كتابونو كې وګورئ : شيخ طوسي امالي 1\323 مخ؛مشير الاخزان 7-10مخونه؛ لهوف 7-9  مخونه .

[456]. احمد مسند 1 \242 او 265 مخونه؛ ابن عساكر تاريخ 615 او 617 ګڼې احاديث؛ ابن عساكر، تهذيب 4\325 مخ، چې د عبارت متن له همدې سر چينې دى؛طبراني معجم الكبير، 47 حديث د امام حسين د حالاتو شرح؛ خوارزمي مقتل ؛ 1\161-162 مخونه؛ ذهبي تاريخ الاسلام )3\10 مخ؛سير النبلا 3\194 مخ؛ ذخائر العقبى 146 او 147 مخونه؛مجمع الزوايد 9\187 مخ  او په 190 مخ كې په بل سند وايي: د دې روايت سند «احسن او ښه دى» په ابن كثير تاريخ 6\199 مخ  د حسين د وژنې د رواياتو په باب كې وايي: «اورېدل مو، چې په كربلا كې وژل كېږي  او هم 8\199مخ؛كنزالعمال 16\226 مخ؛الصواعق 115 مخ؛حافظ ابونعيم الدلائل3\202 مخ؛ابوبكر هيثمي، موارد الظمان بزوائد صحيح ابن حبان: 554 مخ د اهل بيتو د ښوونځي لارويانو په كتابونو كې وګورئ :

شيخ طوسي، امالي )22 مخ، چې پكې راغلي: «ان عظيماً من عظمأ الملائكة» د سترو پرښتو يوه ستره.

[457] . ابن عساكر تاريخ، 618 حديث؛ ابن عساكر تهذيب 4\325 مخ؛ ذهبي الزوايد 9\189 مخ؛ ابن كثير تاريخ 8\199 مخ؛شجرى احالي 186 مخ او روض التفسير 1\93-94 مخونه  وايي: اسناد يې حسن او ښه دي او دلته له « ابوامامه» مطلب «صدى بن عجلان  دى .

[458] . حاكم مستدرك الصحين 4\398 مخ؛طبراني معجم الكبير، 55 ګڼه حديث؛ابن عساكر تاريخ 619 او 621 ګڼې احاديث؛ ابن سعد طبقات 267 ګڼه حديث د امام حسين د حالاتو شرح؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\11 مخ؛ذهبي سيرالنبلاء 3\194-195 مخونه؛خوارزمي مقتل 1\158-159 مخونه؛محب طبري د ذخائر العقبى لنډيز 16\266 مخ؛ ابن كثير تاريخ 6\230 مخ؛متقي هندي كنزالعمال )16\226 مخ.

[459] . طبراني معجم الكبير، 124 مخ، 54 ګڼه حديث، د امام حسين د حالاتو شرحه؛ابن سعد 268 ګڼه حديث؛خوارزمي مقتل 1\158 مخ؛متقي هندي، كنزالعمال 6\226 مخ  دا روايت په بل عبارت  «ابن ابى شيبه هم په خپل مصنف كې راوړى دى .

[460] . طبراني معجم، 125 مخ  53 ګڼه حديث؛مجمع الزوايد 9\188-189 مخونه؛ كنزالعمال )16\265 مخ؛ذخائر العقبى 147 مخ؛حافظ جمال الدين زرندي، نظم الدار، 215 مخ .

[461] . ابن عساكر تاريخ، 626 ګڼه حديث؛ذخائر العقبى 147 مخ؛ الفصول المهمة، 154 مخ؛ ابن جوزي تذكره خواص الامة 142 مخ، له امام حسين څخه روايت دى؛ شجري، امالي، 163، 166 او 181 مخونه .

[462] . امام احمد بن حنبل فضايل، فضايل الحسن و الحسين، 44 ګڼه حديث؛ ابن سعد 272 حديث؛ ابن عساكر تاريخ، 624 ګڼه حديث؛ ذخائر العبقى 147 ؛ په «لعقد الفريد فى الخلفاء و تواريفهم كتاب كې يې د «ام سلمې بي بي تر سنده روايت كړى دى .

[463] . ابن عساكر تاريخ، 623 مخ؛ ابن عساكر تهذيب 4\325 مخ ؛متقي هندي، كنزالعمال 23\112 مخ؛ الروض النضير 1\93 مخ .

[464] . ابن سعد طبقات، 269 ګڼه حديث؛ ابن عساكر تاريخ، 627 ګڼه حديث د امام حسين د حالاتو شرحه؛خوارزمي مقتل 1\159 مخ؛مجمع الزوايد 9\187-188 مخونه؛ كنز العمال؛13\117 مخ؛الصواعق المعرقة 115 مخ؛ خصايص السيوطي 2\125 او 126 مخونه؛جوهرة اكلاح 117 مخ؛الشجري امالي، 177 مخ .

او د اهل البيتو د ښوونځي د لارويانو په كتابونو كې : شيخ طوسي، امالي 1\325 مخ.

[465] . طبراني معجم، 48 ګڼه حديث، د امام حسين د حالاتو شرحه؛ مجمع الزوايد 9\187 مخ؛ماوردي، اعلام النبوة، 83 مخ؛ شجري امالي 166 مخ .

[466] . ابن سعد طبقات، 270 ګڼه حديث، د امام حسين دحالاتو شرحه؛ ابن عساكر تاريخ 628 ګڼه حديث .

[467] . ابن عساكر تاريخ، 628 ګڼه حديث؛طبراني معجم، 49 ګڼه حديث؛ كنزالعمال 13\113 مخ ؛ ابن كير تاريخ 8\199 مخ .

د اهل البيتو د لارويانو په كتابونو كې: مشير الاخزان، 8 مخ، د دې حديث راوي «عبدالله بن سعيد ابوهند فزاري مدني 147 س مړ د خلفاوو د ښوونځي د صحاحو د كتابونو له رجالو څخه دى .

[468] . امام احمد مسند 6\294 مخ؛ امام احمد فضائل 10 ګڼه حديث؛ ابن عساكر 625 ګڼه حديث؛ ذهبي په تاريخ الاسلام كې وايي: د دې حديث اسناد سم دى؛ ذهبي، سير النبا3\195 مخ؛مجمع الزوايد 9\187 مخ؛ كنزالعمال 13\111 مخ؛ الصواعق المحرقه 115 مخ؛ الروض التفسير 1\94 مخ؛شجري امالي، 184 مخ .

[469] . طبراني معجم، 140 مخ، 95 ګڼه حديث؛ خوارزمي 160-161 مخونه؛ كنزالعمال 13\113 مخ؛شجري امالي، 169 مخ؛مجمع الزوايد 9\189-190 مخونه.

[470] . ابن عساكر تاريخ، 632 ګڼه حديث؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\11مخ؛ ابن كثير 8\200 مخ.

[471] . خوارزمي مقتل 1\160 مخ .

[472] . ابن عساكر تاريخ 684 ګڼه حديث؛ ابن عساكر تهذيب 4\342؛شجري امالي 160 مخ .

[473] . كامل الزيارات، 22 باب: «قول رسول الله: ان الحسين تقتله امته من بعد: 68-171 مخونه.

[474] . طبراني معجم، 57 ګڼه حديث؛مجمع الزوايد 9\191 مخ؛ بلاذري النساب الاشراف، 38 مخ د مجاهد له خولې لنډيز..

[475] . ذهبي تاريخ الاسلام )3\11 مخ؛ذهبي سير النبلاء؛3\195 مخ؛مجمع الزوايد 9\190 مخ؛ كنزالعمال )16\279 مخ .

او د اهل بيتو د ښوونځي د لارويانو په كتابونو كې كامل الزيارات، 72 مخ.

[476] . خوارزمي مقتل 1\162 مخ .

[477] . نصر بن مزاحم، صفين كتاب، 142 مخ؛ ابن ابى الحديد، د نهج البلاغې شرح  1\278 مخ .

[478] . ذخائر العقبى 7\97 مخ؛ابونعيم دلائل النبوة؛3\211 مخ؛ابن جوزي تذكره خواص الامة، 142 مخ، چې په كې راغلي: «دا د هغه ستر نارينه شهادتځى دى، بيا يې ژړا زياته شوه .

[479] . اسد الغابه 4\164 مخ: د حالاتو په شرح كې يې وايي: «عرفه ازدى، وايي، له پيغمبر (ص) سره يې خبرې كړي او له كوفيانو ځنې دى  ابو صادق ترې روايت كړى او ويلي يې دي: د رسول الله له اصحابو كرامو او د “صفې” له اصحابو ځنې و او هماغه دى، چې پيغمبر ورته دعا وكړه، چې پر كسب وكار دې بركت شي او…»

[480] . مجمع الزوايد 9\191 مخ .

[481] . امام احمد حنبل مسند1\85 مخ او په لمنليك كې يې وايي: د دې روايت اسناد سم دي؛ طبراني معجم، 45 ګڼه حديث؛ابن عساكر تاريخ 611 او 612 ګڼې احاديث؛ ابن عساكر، تهذيب 4\325 مخ؛مجمع الزوايد 9\187 مخ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\10  ابن جوزى تذكرة خواص الامة 142 مخ په بل عبارت  خوارزمي مقتل 1\170 مخ؛ الصواعق المحرقة 115 مخ؛ ذخائر القبى 148 مخ؛ الخصائص الكبرى 2\126 مخ؛شجري امالي، 150 مخ او د اهل بيتو د ښوونځي د لارويانو په سرچينو كې: مشير الاخزان 9 مخ .

[482] . د ابن كثير تاريخ او الروض النضير په احاديثو كې همدغسې دى.

[483] . ابن سعد طبقات،173 ګڼه حديث؛ ابن عساكر تاريخ 614 ګڼه حديث؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\10 مخ؛ذهبي سير النبلا 3\194 مخ؛ابن حوزي تذكره خواص الامه، 142 مخ؛ ابن كثير تاريخ )8\199 مخ .

[484] . ابن عساكر تاريخ، 638 ګڼه حديث او تهذيب يې 4\326 مخ .

[485] . د طبراني معجم …. ګڼه حديث.

[486] . خوارزمي مقتل 1\165-166 مخونه .

[487] . ابن سعد طبقات 276 مخ؛ ابن عساكر تاريخ 636 ګڼه حديث؛خوارزمي مقتل 1\165 مخ .

[488] . نصر بن مزاحم، وقعه حفين 140-141 مخونه؛ابن عساكر تاريخ 636 ګڼه او په 638 ګڼه كې يې نچوړ دى .

[489] . ابن عساكر تاريخ، 677 ګڼه حديث؛شجري امالي 184 مخ. داهل البيتو په كتابونو كې: صدوق، امالي، 136 مخ، د 1394 س د تهران اسلاميه چاپ.

[490] . ابن سعد طبقات، 275 حديث، د امام حسين د حالاتو شرح؛ ابن عساكر تاريخ، 675 ګڼه حديث او په تهذيب كې يې 4\337-338 مخونه؛طبراني معجم، 60 ګڼه حديث؛خوارزمي مقتل 1\161 مخ؛كنزالعمال )16\265 مخ؛ مجمع الزوائد 9\190-191 مخونه .

[491] . كامل الزيارات، باب: 23، 71-72 مخونه .

[492] . رازي الجرح والتعديل 1\287 مخ  د «انس بن حارث” د حالاتو شرح؛ بخاري، تاريخ كبير 1\30 مخ  1583 ګڼه حديث؛ ابن عساكر 680 ګڼه حديث او تهذيب يې 4\338 مخ؛الاستيعاب 1\123 مخ؛الاصابه1\159-160 مخونه؛ ابن كثير تاريخ 8\199 مخ؛ الروض التفسر 1\93 مخ .

[493] . مشير الاخزان 46-47 مخونه .

[494] . ابن سعد طبقات، 280 مخ؛ ابن عساكر تاريخ، 666 ګڼه حديث. ؛لكه له ميثم څخه په امالي 112 مخ  كې د شيخ صدوق روايت ،د نجف په چاپ كې او د تهران په چاپ كې يې 126 او 727 مخونه؛شيخ طوسي امالي 1\323-324 مخونه؛ مثير الاخزان 9-13  مخونه .

[495] . معجم الطبرانى، 51 حديث، 124 مخ، دابن عساكر تاريخ 622 حديث، مجمع الزوايد 9/189، سيوطى، حصائص كبرى، 2/ 152،الرياض النضره 1/ 92-93 ؛حافظ عراقى طرح التشريب، 1/ 42 ،المواهب الدنيه 2/ 195، شيمانى مدنى، الصراط السوى، 93 مخ ،جوهره الكمال فى الادعيه، 120 مخ

[496] . مرتضى عسكرى، معالم المدرستين 3/ 16، دويم چاپ.

[497] . ابن اعثم كوفي، فتوح 5/42 _43 / ابن نماحلى مثير الاحزان   26 مخ، ابن طاووس، اللهوف في قتلى الطفوف /13 مخ.

[498] . مستدرك الصحيحين 3/176 او 179  (3) _ الصواعق المحرقه 192 او 193 (4) او (5) الصواعق المحرقه 193 (6) طبري تاريخ 4/292 خوارزمي مقتل 187 ، 191 او 192 مخونه.

[499] . طبري تاريخ )6\188 مخ( باب: د يزيد بن معاويه خلافت.

[500] . ابن اثير، الكامل )4\160مخ اروپا چاپ: مروان او اولادونو ته يې د رټنې لپاره «بنو الزقاء» د زرقا بچي- ويل، ځكه زرقاء د موهب لور د مروان بن حكم نيا يوه بد چارې بدلمنه ښځه ده، چې پركور يې د بدچاريو د بلنې لپاره جنډه هم درولې وه.

[501] . طبري تاريخ )6\190مخ .

[502] . ابن طاووس حسيني 614 س مړ اللهوف فى قتلى الطفوف، 9-10 مخونه د بيروت چاپ ؛ ابن اعثم فتوح 5\10 مخ ؛خوارزمې 1\180-185 مخونه.

[503] . طبري تاريخ 6\190-190 مخ

[504] . مثيرالاخزان 14-15 مخونه ؛ لهوف 9-10 مخونه او همدا راز وګورئ: ابن اعثم فتوح ؛ خوارزمي مقتل

[505] . خورزمي مقتل 1\186 مخ

[506] . ابن اعثم فتوح 5\29 مخ ؛ خوارزمي مقتل 1\187 مخ.

[507] . لهوف، 11 مخ

[508] . لهوف، 11 مخ

[509] . د اجتهاد په بحث كې يې شرح تېره شوه

[510] . شيخ مفيد، ارشاد، 183 مخ

[511] . د قوم اړوونكيو د امام حسين خبرو كې په دې جمله د نيكه او پلار علي بن طالب سيرت پسې دا جمله او د راشدينو خلفاوو رضى الله عنهم سيرت ور زياته كړې! حال دا چې د «راشدينو خلفاوو» اصطلاح د امويانو تر خلافت وروسته جوړه كړاى شوې او په مخكېنيو نصوصو كې موندل شوى نه ده او له «راشدينو خلفاوو” مراد هم هغوى دي، چې تر رسول اكرم  وروسته پرله پسې واكمن شوي، چې يو يې حضرت علي ك دى او پر امام د «راشدين»عطف سم نه دى. دا ټول را ښيي چې دا جمله د امام حسين پر خبرې ور زياته كړاى شوې ده.

[512] . ابن اعثم فتوح 5\34 مخ ؛ خوارزمى مقتل 1\188 مخ

[513] . (قصص/۲۱)

[514] . طبري تاريخ 6\190 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد 184 مخ

[515] . طبري تاريخ 6\190 مخ

[516] .پورته سرچينه 6\196-197 مخونه

[517] .پورته سرچينه .

[518] .هماغه سرچينه .

[519] .پورته سرچينه 6\197 مخ ؛ انساب الاشراف: 157-158 مخونه

[520] .پورته سرچينه 6\221 مخ ؛ مثير الاخزان، 16 مخ.

[521] .پورته سرچينه .

[522] .پورته سرچينه مثير الاخزان 21 مخ ؛ لهوف، 10 مخ

[523] .پورته سرچينه .

[524] . ابن عساكر تاريخ، 649 ګڼه حديث

[525] . طبري تاريخ، 6\198-200 مخونه

[526] . طبري تاريخ 6\199-215 مخونه ؛ شيخ مفيد 99-200 مخونه.

[527] . طبري تاريخ 6\216 مخ.

[528] .پورته سرچينه؛؛ ابن كثير الكامل 4\16مخ

[529] . دا جمله : «تېرى به راباندې وكړي» په دې سرچينو كې راغلې: ابن سعد طبقات 278 حديث ؛ ابن عساكر تاريخ 664 حديث ؛ ابن كثير 8\166 مخ.

[530] . ابن عساكر تاريخ، 648 ګڼه حديث ؛ ابن كثير تاريخ 8\166 مخ.

[531] . شيخ مفيد ارشاد، 201 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\16 مخ .

[532] . طبري تاريخ 6\216-217 مخونه ؛ ابن كثير تاريخ 4\16 مخ ؛ اخبار الطول 244 مخ

[533] . ابن عساكر تاريخ، 642- 644 ګڼې احاديث ؛ ابن كثير تاريخ 8\165 مخ ؛ ذخائر العقبى 151 مخ ؛ خوارزمي مقتل 1\219 مخ .

[534] . طبراني معجم، 93 ګڼه حديث ؛ مجمع الزوايد 9\192 مخ

[535] . كامل الزياره، 75 مخ، باب: 75 په لهوف كې له كليني روايتوي چې: دا ليك يې هغه مهال ورته وكښه، چې له مكې وتلى و او عبارت يې دادى: «چې هر يو راسره يوځاى شئ، نو شهيدېږئ او چې څوك پاتې شي، بريانه مومي. لهوف، 25 مخ ؛ مثير الاخزان 27 مخ»

[536] . ابن عساكر تاريخ د امام حسين د حالاتو شرح ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\343 مخ.

[537] . لهوف: 24-25 مخونه

[538] . طبري تاريخ 6\211 مخ

[539] . طبري تاريخ 6\217-218 مخونه ؛ ابن الثير تاريخ 4\17 مخ ؛ ابن كثير تايخ 8\166 مخ ؛ انساب الاشراف 164 مخ.

[540] . (يونس/۴۱)

[541] . طبري تاريخ 6\219-220 مخونه ؛ ابن اثير تاريخ 4\17 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\167 او لنډيز يې په 163 مخ كې ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\343 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد، 202 مخ .

[542] . د طبري، ابن اثير او ابن كثير په تاريخونو كې د مخكښې روايت پاتې برخه

[543] . ابن عساكر تاريخ، 653 حديث وروسته. په تقريب التهذيب 2\607 مخ كې وايي: عمره بنت عبدالرحمن له عايشې بي بي ډېر احاديث روايت كړي او ډاډمنه ده. د سلم هجري كال وړاندې مړه شوې ده.

[544] . ابن عساكر تاريخ، 645 او 646 ګڼې احاديث او د تاريخ تهذيب يې 4\329 مخ چې لنډيز يې مو راوړى دى ؛ انساب الاشراف 163 مخ، 21 ګڼه حديث.

[545] . ابن اعثم فتوح 5\42-43 مخونه ؛ خوارزمي 1\192-193 مخونه ؛ مثير الاخزان، 29 مخ ؛ لهوف 13 مخ.

[546] .پورته سرچينه؛ لهوف 23 مخ.

[547] . ابن عساكر تاريخ، 657 ګڼه حديث ؛ تهذيب يې 4\332 مخ ؛ طبراني معجم، 80 حديث ؛ انساب الاشراف 160 مخ، 180 حديث د امام حسين د حالاتو شرح ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\344 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\165 مخ.

[548] . علامه سيد مرتضى عسکرى، عبدالله بن سبا لومړى ټوك د زياد د استلحقاق برخه.

[549] . ابن عساكر تاريخ 653 ګڼه حديث او تهذيب يې 4\326 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\165 مخ ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\343 مخ.

[550] . طبري تاريخ 6\218 مخ ؛ ابن اثير تاريخ 4\16 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد 201 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\167 مخ انساب الاشراف 165-166 مخونه

[551] . معجم البلدان: ماده: خبر

[552] . طبري تاريخ 6\223-224 مخونه ؛ دنيوري اخبار الطول 245 مخ؛ انساب الاشراف 166 مخ.

[553] . په تقريب التهذيب 1\45 مخ كې وايي: عبدالله بن مطيع بن اسود عدوى مدني. پېغمبرص يې يو ځل ليدلى او «صره» ورسره ووژل شو. احاديث يې بخاري او مسلم روايت كړي دي.

[554] . (توبه/۵۰)

[555] . طبري تاريخ 6\224مخ ؛ مفيدارث 203 مخ ؛ انساب الاشرف 100 مخ.

[556] . طبري تاريخ 6\218-219 مخونه

[557] . بلاذري، انساب الاشراف 165-168 مخونه، ؛ ابن اثير تاريخ 4\17 مخ وايي: زهير د حضرت عثمان پلوى و.

[558] . دنيوري اخبار الطوال 246-247 مخونه ؛ انساب الاشراف 168 مخ.

[559] . ابن اثير تاريخ 4\17 مخ.

[560] . طبري تاريخ 6\224-225 مخونه. تېر سليمان په روايت كې سليمان بن ربيعه باهلي دى، چې حضرت عثمان رض د آذربايجان د «آران” جګړې ته لېږلى و او دريمې يې په سولې او جګړې فتح كړې او د بلنجر د سنيد شاته ووژل شو. په اسد الغابه 2\225 مخ كې يې حالاتو شرح راغلې ده ؛ فتوح البلدان 240- 242 مخونه.

[561] . طبري تاريخ 6\225 مخ ؛ ابن اثير تاريخ 4\171 مخ ؛ دنيوري اخبار الطوال 247 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\168 مخ.

[562] . ذهبي تاريخ الاسلام 2\270 او 344 مخونه ؛ دنيوري الطوال 248 مخ.

[563] . طبري تاريخ 6\226 مخ ؛ انساب الاشراف 168 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\168-171 مخ ؛ ابن اثير 3\17-18 مخونه.

[564] . اخبار الطوال، 248 مخ.

[565] . شيخ مفيد، ارشاد 206 مخ. د امام حسين داخبره نورو هم راوړې خو ځاى يې ښوولى نه دى لكه طبري تاريخ 6\223 مخ ابن اثير 3\16 مخ او ابن كثير تاريخ 6\169 مخ او د دې وروستيو دوو په عباراتو كې راغلي: «داسې چې تر هغې ټوټې خورا ټيټ او بې ارزښته وي، چې ښځې يې د مياشتيني عادت پر مهال كاروي» او هم د ابن سعد په طبقاتو كې 268 حديث.

[566] . ابن عساكر تاريخ، 665 ګڼه حديث ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\345 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\169 مخ.

[567] . شيخ مفيد ارث 236 مخ ؛ اعلام الورى 218 مخ.

[568] . طبري تاريخ 6\227 مخ ؛ ابن اثير تاريخ 4\21 مخونه ؛ ابن كثير 8\172-174 مخونه ؛ دينوري اخبار الطوال 248-253 مخونه ؛ بلاذري انساب الاشراف 169-176 مخونه ؛ شيخ مفيد ارشاد 205-210 مخونه ؛ اعلام الورى 229-231 مخونه. موږ په لنډو د طبري عبارت غوره كړ.

[569] . بلا ذري انساب الاشراف 205 مخ د امام حسين د حالاتو شرح وايي: عقبة بن سمعان د امام حسين د لور د سكينې د مور رباب خادم و.

[570] . دوې برخې سر چينې، تېرې سر چينې دي، چې «هر سره د امام د مخامېدو» د څېر كي په لومړيو كې مو راوړي: طبري، ابن اثير او ابن كثير تاريخونه او…

[571] . دينوري، اخبار الطوال 252-253 مخونه ؛ تاريخ الخميس 2\297 مخ ؛ مجمع الزوايد 9\192 مخ.

[572] . اخبار الطوال 252- 253 مخونه.

[573] . دا روايت مو له سبط بن جوزي تذكره خواص الامه 142 مخ څخه راوړى.

[574] . طبراني معجم، 46 حديث، د امام حسين د حالاتو شرح ؛ كنزالعمال 260-266 مخونه ؛ مجمع الزوايد 9\192 مخ.

[575] . اخبار الطوال، 253 مخ ؛ طبري تاريخ 6\232 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\174 مخ ؛ انساب الاشراف 176 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد، 210 مخ.

[576] . كامل الزيارت، باب: 23، مخ: 75

حسن بصري تر امام حسين وروسته دا جمله كارولې او لكه چې څرګندېږي كټ مټ دا غونډله يې عمر بن عبدالعزيز ته كښلې ده. وګورئ: اغاني، د ساسي چاپ 8\105 مخ.

[577] . طبري تاريخ 6\232-270 مخونه ؛ ابن اثير تاريخ 19-38 مخونه ؛ ابن كثير تاريخ 8\172-198 مخونه ؛ اخبار الطوال 253-261 مخونه ؛ انساب الاشراف 176-227 مخونه، چې سياق يې د طبري له سياق سره يو رنګ نه دى ؛ شيخ مفيد ارشاد 210-236 مخونه ؛ اعلام الورى 231-250 مخونه.

[578] . مثير الاحزان 36-37 مخونه ؛ الهوف، 33 مخ.

[579] . انساب الاشراف، 33 حديث،د امام حسين د حالاتو شرح

[580] . ام البنين د امير المؤمنين علي ك مېرمن وه، چې عباس، عبدالله، جعفر او عثمان بن علي يې زامن وو.

[581] . ال عمران : ١٧٨ – او ١٧٩  آيتونه

[582] .د يونس سورت له ٧١ او اعراف سورت له ١٩٦ آيته اقتباس

[583] . د دخان سورت له ٢٠ او غافر سورت له ٢٧ آيته اقتباس

[584] .ابن حجر د اصابه د درېيم ټوک په ٢٠٥ مخ کې د فروه د حال په شرح کې وايي : پر نهم هجري کال د مذحج له ټبر سره پېغمبر (ص) ته راغى او آنحضرت د مراد،مذحج او زبيد د ټبرونو مشر کړ او په استعياب کې وايي : د حضرت عمر پر مهال په کوفه کې مېشت شو .

[585] . د يونس سورت له ٧١ او هود سورت له ٥٥ آيته اقتباس

[586] .د ابن عساکر تاريخ،٦٧٠ حديث؛ تهذيب،دويم ټوک،٣٣٤ مخ . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٧ مخ؛لهوف،٥٦ مخ .

[587] .د شجري امالي،١٦٠ مخ؛ د ابن عساکر تاريخ،٧١٦ ګڼه حديث،لنډيز يې؛طبري تاريخ،د اروپا چاپ، دويم ټوک،٣٣٨ مخ.

[588] .د احزاب سورت له ٢٣ آيته اقتباس

[589] . د خوارزمي مقتل،دو يم ټوک،٢٠ مخ

[590] . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٤-١٥ مخونه

[591] .هماغه سرچينه،دويم ټوک،٢٠-٢١ مخونه

[592] .د غافر سورت له ٣٠-٣٣ آيتونو پورې اقتباس

[593] . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٤ مخ

[594] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٧-١٨ مخونه

[595] .مثير الاحزان،٤٧ مخ؛لهوف،٤١ مخ .

[596] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٩ مخ

[597] .مقتل العوالم،٨٨ مخ

[598] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٩-٢٢ مخونه

[599] .د احزاب سورت ٢٣ آيت

[600] . .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٥ مخ

[601] . .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٦ مخ

[602] .مقاتل الطالبينن،٨٠ مخ. د قريشو نسب،٥٧ مخ، الاصابه،څلورم ټوک،١٧٨ مخ

[603] . د قريش نسب،٥٧ مخ

[604] .آل عمران،٣٣ او ٣٤  آيتونه

[605] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٣٠-٣١ مخونه

[606] .هماغه سرچينه

[607] .طبري يې شهادت د علي اکبر تر شهادت وروسته راوړى دى . طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٥٧ مخ؛ نسب قريش،٤٥ مخ؛مقاتل الطالبيين،٩٤ مخ .

[608] .د ابن شهر آشوب مناقب،دويم ټوک،٢٢٠ مخ؛د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٦ مخ .

[609] .په عباراتو کې دا ډېروالى د مفيد د ارشاد په ٢٢٣ مخ کې راغلى دى .

[610] .دا رجزونه مو د خوازمي له مقتل او ابن شهر آشوب له مناقبو راخستي دي او طبري د خپل غالب عادت له مخې يې رجزونه حذف کړي دي .

[611] .د ابن شهر آشوب مناقب،دويم ټوک،٢٢٠ مخ؛ د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٧ مخ .

[612] .هماغه سرچينه

[613] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٧ مخ .

[614] . د ابن شهر آشوب مناقب،دويم ټوک،٢٢١ مخ .

[615] . طبري تاريخ،دويم ټوک،٣٥٨ مخ؛د مفيد ارشاد،٢٢٣ مخ

[616] .ددې فصل عبارتونه مو ترپايه له مقتل خوارزمي ( دويم ټوک،٢٨-٢٩ مخونه) راوړي دي .

[617] .طبري او لارويانو يې د حسين د وروڼو شهادت په لنډو راوړى دى؛خو ابن شهر آشوب په خپل مناقب کې د عباس د مورني ورونو رجزونه راوړي دي؛خو څه چې مونږ دلته راوړي دي،له مقتل خوارزمي دويم ټوک،٢٨-٢٩ مخونو څخه راوړي دي .

[618] .مقاتل الطالبيين،٨٤ مخ

[619] .په لسان العرب کې وايي : جحون د بيت الحرام او خطيم د کعبې د دېوال يوه برخه ده

[620] . له “فنا” مراد ظاهرا د مسجدالحرام انګړ يا د حرم ټول مساحت دى .ژباړن

[621] . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٩-٣٠ مخونه .

[622] . د ابن شهر آشوب مناقب،دويم ټوک،٢٢١-٢٢٢ مخونه.

[623] . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٣٠ مخ

[624] . هماغه سرچينه،دويم ټوک،٣٢ مخ او طبري تاريخ د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٠ مخ،د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،١٨٨ مخ .

[625] .د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٣ مخ؛ د مفيد ارشاد،٢٢٥ مخ

[626] .د طبري تاريخ،د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٥٩-٣٦٠ مخونه او د مصر د دارالمعارف چاپ، پينځم ټوک،٤٤٨ مخ .

[627] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٢-٣٦٣ مخونه.

[628] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٤-٣٦٥ مخونه.

[629] .   ارمغان ٥مخ

[630] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٥-٣٦٨ مخونه.

[631] .آنحضرت علي اصغر نه و؛بلکې علي اوسط و او هغه مهال يې زوى (امام) محمد باقر زيږېدلى و .

[632] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٧ مخ .

[633] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٨ مخ .

[634] . د ترمذي سنن،دريالسم ټوک،١٩٤ مخ؛ د حاکم مستدرک،څلورم ټوک،١٩ مخ؛ سيرالنبلاء، درېيم ټوک،٢١٣ مخ . رياض النضره،١٤٨ مخ؛د ابن اثير تاريخ،درېيم ټوک،٣٨ مخ؛د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٠١ مخ . د سيوطي تاريخ،٢٠٨ مخ؛ د ابن عساکر تاريخ،٧٢٦ حديث او تهذيب،څلورم ټوک،٢٤٠ مخ .

[635] . د يعقوبي تاريخ،لومړى ټوک،٢٤٧-٢٤٨ مخونه

[636] .د امام احمد حنبل مسند،لومړى ټوک،٢٤٢ او ٢٨٢ مخونه؛ د احمد فضائل،٢٠،٢٢ او ٢٦ حديثونه؛ د طبراني معجم،٥٦ حديث؛د حاکم مستدرک،څلورم ټوک،٣٩٨ مخ؛ سيرالنبلاء،درېيم ټوک،٣٢٣ مخ؛ رياض النضره،١٤٨ مخ؛ مجمع الزوائد، نهم ټوک،١٩٣-١٩٤ مخونه.تذکرة سبط ابن جوزي،١٥٢ مخ؛ د ابن اثير تاريخ،درېيم ټوک،٣٨ مخ؛ د ابن کثير تاريخ،شپږم ټوک،٢٣١ مخ او اتم ټوک،٢٠٠ مخ؛ تاريخ الخميس،دويم ټوک،٣٠٠ مخ؛ الاصابه،لومړى ټوک،٣٣٤ مخ؛ د سيوطي تاريخ،٢٠٨ مخ؛د شجري امالي،١٦٠ مخ .

[637] . د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٠٠ مخ؛ د ابن عساکر تاريخ،٧٢٣-٧٢٥ مخونه

[638] . ايها القاتلون جهلا حسينا      ابشرو بالعذاب و التنکيل

کل اهل السماء يدعو عليکم       من نبى و ملئک و قبيل

قد لعنتم على لسان ابن داود      و موسى و حامل الانجيل

[639] . د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٠١ مخ؛ سيرالنبلاء،درېيم ټوک،٢١٤ مخ؛ د سيوطي تاريخ،٢٨٠ مخ.د ابن  عساکر تاريخ،٧٣٣-٧٣٩ مخونه.

[640] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٨-٣٦٩مخونه.

[641] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٧٠ مخ .

[642] .امام سجاد صغير نه و؛بلکې ناروغ و ګڼل شو او د ناروغۍ په خاطر و نه وژل شو او لکه څنګه چې مو مخکې هم وويل، پر هغه مهال د امام باقر پلار هم و .

[643] . د طبري تاريخ،د مصر د حسينيه لومړى چاپ،شپږم ټوک،٢٦٩-٢٧٠ مخونه او د محمد ابوالفضل تصحيح شوى چاپ،پينڅم ټوک،٤٦٨-٤٦٩ مخونه او د اروپا چاپ،دويم ټوک،٢٨٧-٢٨٨ مخونه .

[644] .دا وروستۍ برخه د مثير الاخزان د کتاب له ٦٦ مخه ده او ورپسې مطالب له ابن اعثم څخه اخستل شوي دي

[645] .د نحل سورت له ٩٢ آيته اقتباس

[646] .د مريم سورت له ٨٩ او ٩٠ آيته اقتباس

[647] .د ابن اعثم تاريخ،پينځم ټوک،٢٢١-٢٢٦ مخونه؛ د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٤٠-٤٢ مخونه .

[648] .نحن قتلنا عليا و بني على      بسيوف هندية و رماح

و سبينا نساءهم سبى ترک            و نطحناهم فاى نطاح

[649] .د حديد له ٢١،جمعه له څلورم او نور له څلوېښتم آيته اقتباس

[650] . ابن نماحلي ، مثير الاحزان 66_ 69 مخونه/ سيد ابن طاووس، اللهوف/ ابن شهر اشوب مناقب.

[651] .تردې د مخه مو وويل،چې علي بن الحسين-امام سجاد- هغه مهال د امام باقر پلار و؛نو دا خبره په دې جمله او روايت کې وراضافه شوې ده او د طبرسي او اعلام الورى په روايت کې نه ده راغلې .

[652] .اغانى،څلورم ټوک،١٥٥ مخ

[653] .اثبات الوصيه،١٧٣ مخ

[654] .د مفيد ارشاد،٢٢٧ مخ

[655] .طبري تاريخ،د اروپا چاپ،٣٨٠ مخ .

[656] .     ارمغان ٥مخ

[657] .تذکرة الخواص،دويم ټوک،١٤٨ مخ؛ په معجم البدان کې وايي : جيرون د دمشق په شاوخوا کې دى .

[658] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٦٠ او ٦١ مخونه .

[659] .د شورى سورت ٢٣ آيت

[660] .د اسراء سورت ٢٦ آيت

[661] د انفال سورت ٤١ آيت

[662] . د احزاب سورت ٣٣ آيت

[663] .تذکرۀ الخواص الامة،١٤٩ مخ؛مثير الاحزان،٧٩ مخ .

[664] . طبري تاريخ،د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٧٧ مخ

[665] .مثير الاحزان،٧٨ مخ

[666] .حديد،٢٢ آيت

[667] .د شورى سورت ٣٠ آيت

[668] . د ابن اعثم كوفې تاريخ ( فتوح ) 5/246

[669] . د ابن اعثم فتوح،پينځم ټوک،٢٤٦ مخ

[670] . وګورئ: ( الف ) : د شيخ مفيد د ارشاد ژباړه 2/125-126 ، ( ب ) _ طبري تاريخ 6/265

[671] . ( 1 ) _ ابوبرزه الاسلمى؛  نوم يې عبيد او د پلار نوم يې حارث دى ، او پر 64 ه كال مړ شوى ، اسدالغابه 6/31 دارالشعب چاپ . ( 2 ) _ طبري تاريخ 5/465 ، د 61 كال تر پېښو لاندې ، د محمد ابوالفضل ابراهيم له څېړنې سره د مصر چاپ .

[672] .لهوف،٦٩ مخ

[673] .د ابن هشام په سيره کې د ابن زبعري شعرونه،درېيم ټوک،٩٧ مخ؛د ابن ابى الحديد د نهج البلاغې شرحه،دويم ټوک،٣٨٢ مخ؛ د ابڼ اعثم فتوح،پينځم ټوک،٢٤١ مخ،د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،١٩٢ مخ؛ د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٥٨ مخ له لږ توپير سره او پورته متن مو له تذکرة خواص الامة،١٤٨ مخه اخستى دى .

[674] .  1_ سيره ابن هشام 3/97. 2 _ ابن ابى الحديد ، معتزلى شافعى ، شرح نهج البلاغه 2/382. 3 _ ابن اعثم كوفې ، فتوح 5/241.  4 _ ابن كثير ، تاريخ 8/192 ، 8/204.  5 _ خوارزمى ، مقتل 2/48 .  6 _ ابن طاووس ، اللهوف ، 69 مخ.  7 _ ابوالفرج اصفهانى ، مقاتل الطالبين ، 120 مخ.  8 _ طبقات فحول الشعرا ، 200 مخ  ، 9 _ سمط النجوم العوالى 3/199  ،  10 _امالى ابو علي قالى 1/  142

[675] . مثيرالاحزان 80 مخ ،  ترجمه اللهوف 18 – 186 مخونه  ،  ژباړل شوى او اخستل شوى دى له: مرتضى عسكرى، نقش ائمه در احيا دين 16/162-166

[676] .طبري تاريخ،د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٨٢ مخ؛ د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٧٤ مخ

[677] .سير اعلام النبلاء،درېيم ټوک،٢١٦ مخ. خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٧٥ مخ؛د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٠٤ مخ،د ابن عساکر تاريخ،٢٩٦ ګڼه حديث،خطط مقريزي،دويم ټوک،٢٨٩ مخ؛الاتحاف،٢٣ مخ .

[678] .دوسر د نعمان بن منذر له لښکرو ځنې يو لښکر و او متل شوى و،چې تر دوسر لښکره هم بل جرارتر شته

[679] .انساب الاشراف،٢١٧-٩١٩ مخونه؛ تاريخ الاسلام،دويم ټوک،٣٥١ مخ.تذکرة خواص الامة،١٥١ مخ؛ د امالي شجره،١٥٨-١٨٦ مخونه

[680] .انساب الاشراف،٢١٨ مخ

[681] . 1 _ د ابن اعثم كوفي ، فتوح 5/247-249  ، 2 _ خوارزمي، مقتل 2/69-71

[682] .هماغه سرچينه،٢٤٩-٢٥٠ مخونه

[683] .مثير الاحزان،٩٠-٩١ مخونه؛لهوف،٧٦-٧٧ مخونه

[684] .لهوف،٨٠ مخ او نچوړ يې په مثير الاحزان،٩٢ مخ کې

[685] . يعقوبي تاريخ،دويم ټوک،٢٥٩ مخ

[686] .د ابن اعثم فتوح،پينځم ټوک،٢٥٢ مخ

[687] .د ابن اعثم فتوح،پينځم ټوک،٢٥٤ مخ

[688] .تذکرۀ خواص الامة،١٦٤ مخ .

[689] .انساب الاشراف،بلاذري،٢٢٠ مخ

[690] .د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٣٢ مخ؛ د ذهبي تاريخ الاسلام،٢ ټوک،٣٥١ مخ

[691] . دابرخه په لنډ ډول د ابن اثير له كامل ( 3 / 377 – 433 ) نه را اخستل شوې ده.

[692] . د 65-67 كال پېښې په طبري، ابن اثير او ابن اكثير تاريخونو كې ولولئ.

[693] . يعقوبى تاريخ 2/ 345-353، ابن اثير الكامل 5/144 (د 130 كال د پيښو په ترڅ كى) مسعودى، مروج الذهب 3/286.

[694] . علامه عسكري، نقش ائمه 16/ 181

[695] . ( 1 ) خوارزمى ، مقتل / 187 ، نهم فصل او د ابن اعثم كوفې د تاريخ فارسى ژباړه346 مخ ،  ( 2 ) د حافظ الپورىديوان 59 مخ  ، ( 3 ) مستدرك الصحيحين 3 / 178

[696] . دالفت مرغلرى 262مخ)

[697] . (الفت مرغلري 265مخ)

[698] . (دالفت مرغلرى 267مخ)  

[699] . الف _ د طبري تاريخ 1/30 _32 لومړى چاپ د درويشتم كال د پېښو په ترڅ كې. ب _ طبري تاريخ 1/2768 _ 2772 د اروپا چاپ  ج_ ابن اثير، تاريخ (الكامل)  3/24 _ 25

[700] . (د الفت مرغلرى-266)

[701] . (3ټ ،167 مخ)

[702] . خطيب، بغداد تاريخ 2/204.

[703] . ترمذي صحيح 2/306 ، حاكم مستدرك 4/19، ذخاير العقبي 48/، امام احمد حنبل مسند 5/294.

[704] . ماوردي، اعلام النبوه 83 مخ، خوارزمي مقتل 1/159، هيشمي مجمع الزوايد 9/187 _ 188، صواعق المحرقه 115 مخ، سيوطي، خصايص 2/125 _126 مخونه، متقي هندي (كنز العمال 6/223).

[705] . ابن حجر صواعق المحرقه 116، مقتل خوارزمي 2/89.

[706] . مسلم ، صحيح 2ټ ، 219 مخ )

[707] . (مسلم ، صحيح  2ټوك ، 764 مخ.)

[708] . (1)  ، (2) ، (3) سبط ابن جوزي تذكره الخواص: 27   _ 274 (4) ، (5)   او (6) كامل الزيارات /107

[709] . (شوری/۲۳)

[710] . ( احزاب/۳۳)

[711] . د همدې آيتونو  په تفسير کې د طبري، زمخشري او سيوطى تفاسير وگورئ او هم: حاکم، مستدرک الصحيحين (٣/١٧٢ مخ)؛ ذخائرالعقبى ١٣٨ مخ؛ اسدالغابه (٥/٣٦٧ مخ)؛حلية الاولياء (٣/٢٠١ مخ)؛مجمع الزوايد (٧/١٠٣ مخ) او (٩/١٤٦ مخ).

[712] . صحيح مسلم، باب فضائل علي (ک)، د فضائل الصحابه له کتابه؛ ترمذي سنن؛ مستدرک الصحيحين (٣/١٥٠ مخ)؛ امام احمد مسند (١/١٨٥ مخ)؛بيهقي سنن (٧/٦٣ مخ)؛طبري او سيوطي تفاسير د آيت پر تفسير لاندې؛واحدي اسباب النزول ٧٤ او ٧٥ مخونه .

[713] . د آيت په تفسير کې وگورئ: د زمخشرى د کشاف او د فخر رازي کبير تفاسير او هم د شبلنجي نور الابصار، ١٠٠ مخ.

[714] . بيهقي سنن (٢/٣٧٩ مخ)؛ دارقطني سنن ١٣٦ مخ.

[715] . صحيح بخاري، کتاب الدعوات، باب الصلاة على النبي اوکتاب التفسير باب تفسير قوله تعالى: “ان الله و ملائکته يصلون على النبي ……..”؛ صحيح مسلم، کتاب الصلاة، باب الادب المفرد، ٩٣ مخ؛د نسايي، ابن ماجه او ترمذي سنن؛ بيهقي سنن (٢/١٤٧ او ٢٧٩ مخونه)؛دار قطي سنن ١٣٥ مخ؛ شافعي مسند، ٢٣ مخ؛ مستدرک الصحيحين (١/٢٦٩ مخ)؛ طبري تفسير د آيت پر تفسير لاندې.

[716] . ترمذي سنن، کتاب المناقب؛ ابن ماجه سنن، سريزه يې؛مستدرک الصحيحين (١/١٤٩)؛ امام احمد مسند (٢/٤٤٢ مخ)؛ اسدالغابه (٣/١١مخ) او (٥/٥٢٣ مخ)؛ مجمعالزوايد (٩/١٦٩ مخ)؛ بغداد تاريخ (٨/١٣٦ مخ)؛ رياض النضره (٢/١٩٩ مخ)؛ ذخاير العقبى، ٢٣ مخ .

[717] . ترمذي سنن، کتاب المناقب؛ ابن ماجه سنن، سريزه يې؛ مستدرک الصحيحين (١/١٤٩)؛ امام احمد مسند (٢/٤٤٢ مخ)؛ اسدالغابه (٣/١١مخ) او (٥/٥٢٣ مخ)؛ مجمعالزوايد (٩/١٦٩ مخ)؛ بغداد تاريخ (٨/١٣٦ مخ)؛ رياض النضره (٢/١٩٩ مخ)؛ ذخاير العقبى، ٢٣ مخ .

[718] . امام احمد مسند (١/٧٧مخ)؛ ترمذي سنن، کتاب المناقب؛ بغداد تاريخ (٣/٢٨٧ مخ)؛ تهذيب التهذيب (١٠/٤٣٠ مخ).

[719] . صحيح بخاري، باب مناقب الحسن و الحسين، کتاب بدء الخلق اوباب رحمة الولد و تقبيله؛ بخاري، الاباب المفرد، ١٤ مخ؛ امام احمد مسند (٢/٨٥،٩٣،١١٤ او ١٥٣ مخونه)؛ طيالسي مسند (٨/١٦٠ مخ)

[720] . هيشمي مجمع الزوايد (٩/١٨٤ مخ) ؛ ذخائر العقبى ١٣٠ مخ ؛ کنزالعمال، دويم چاپ (١٣/١٠٣ او ١٠٤ مخونه).

[721] . ترمذي سنن، کتاب المناقب ؛ نسايي خصايص، ٢٢٠ مخ ؛ کنزالعمال (١٣/٩٩ مخ).

[722] . ابن ماجه سنن، فضايل حسن او حسين ؛ امام احمد مسند (٢/٢٨٨،٤٤٠،٥٣١ مخونه) او (٥/٣٩٦ مخ) ؛بغداد تاريخ (١/١٤١ مخ) ؛کنوز الحقايق، ١٣٤ مخ ؛ طيالسي مسند (١٠/٣٢٧ او ٣٣٢ مخونه) ؛ مجمع الزوايد (٩/١٨٠،١٨١ او ١٨٥ مخونه) ؛ بيهقى سنن (٢/٢٦٣ مخونه) او (٤/٢٨ مخ) ؛ حلية الاولياء (٨/٣٠٥ مخ) ؛ مستدرک الصحيحين (٣/١٦٦ او ١٧١ مخونه).

[723] . مستدرک الصحيحين (٣/١٦٤ مخ) ؛ بغداد تاريخ (١١/٢٨٥ مخ) ؛ مجمع الزوايد (٩/١٧٢ مخ) ؛ ذخائرالعقبى ١٢١ مخ ؛ کنز العمال (٦/٢٢٦ او ٢٢٠ مخونه).

[724] . مستدرک الصحيحين (٣/١٦٣،١٦٥ او ٦٢٦ مخونه) ؛ امام احمد مسند (٢/٥١٣ او ٤٩٣ مخونه) او (٥/٥١ مخ) ؛ بيهقى سنن (٢/٢٦٣ مخ) ؛ مجمع الزوايد (٩/٢٧٥ او ١٨١ او ١٨٢ مخونه) ؛ ذخائر العقبى ١٣٢ مخ ؛ اسدالغابه (٢/٣٨٩ مخ) ؛ رياض النضره ، ١٣٢ مخ.

[725] . امام احمد مسند (٤/٣٨٩) او (٥/٣٥٤ مخ) ؛ حاکم مستدرک (١/٢٨٧) او (٤/١٨٩ مخ) ؛ بيهقي سنن (٣/٢١٨) او (٦/١٦٥ مخ) ؛ ابن ماجه سنن،باب بس الاحمر للرجال ؛ نسايي سنن، باب صلاة الجمعه و العيدين ؛ ترمذي سنن، کتاب المناقب .

[726] . واحدي، اسباب النزول، ٣٣١ مخ ؛ اسد الغابه (٥/٥٣٥ مخ) ؛ رياض النضره (٢/٢٢٧ مخ) ؛ شبلنجني نورالابصار او د سيوطي په تفسير کې د آيت په تفسير کې. 

[727] . د همدې کتاب دا څپرکۍ وگورئ: دامام حسين د شهادت وړاندوينه.

[728] . نهج البلاغه، ٢٠٥ خطبه

[729] . وگورئ: د همدې کتاب دويم ټوک:”د نبوي سنتو له اړونې د علي (ک) شکايت”

[730] . هغه ميندې چې له خپلو مولاوو څخه يې اولاد راوړې وي او په شرع کې په مړوښې ښځې شمېرل کېږي.

[731] . دا ځانگړنې د مدينې مشرانو ورکړي، چې يزيد ته تللي وو او له نژدې يې کتلى و، سره له دې چې يزيد دوى ته انعام ورکړى او عزت يې کړى و!

[732] . لعبت هاشم بالملک فلا خبر جاء و لاوحى نزل. ددې خبرې اسناد ددې کتاب په مخکې برخو کې راغلي دي.

[733] . طبري تاريخ (٦/١٩١ مخ)

[734] . ددې رواياتو سرچينې مخکې راغلي دي.

[735] . (نساء/۱۶۵)

[736] . د ابوسفيان، هندې او حضرت معاويه په باب د پوره معلوماتو لپاره وگورئ: “نقش ام المومنین عايشه در تاريخ اسلام” : له حضرت معاويه سره برخه .

[737]مسعودي، مروج الزهب (٣/٦٨مخ)؛ابن کثير، تاريخ (٨/٢١٩ مخ)؛التنبيه والاشراف، ٢٦٤ مخ .

[738] . طبري تاريخ (٢/٣٩٧ – ٣٩٦ مخونه) د اروپا چاپ او د مصر چاپ (٥/٢٧٥ – ٢٧٤ مخونه)

[739] . همدې عبارت ته نژدې په اغاني (١/٣٣مخ) کې هم راغلى دى.

[740]طبري تاريخ (٨/٢ – ٥ مخونه) د ٦٢ کال پېښې. د عبارت متن د ابن اثير له تاريخه (٤/٤٠ – ٤٢ مخونه) غوره کړاى شوى دى .

[741].طبري تاريخ (٧/٣ – ١٣ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٤/٤٠ – ٤١ مخونه)؛ابن کثير تاريخ (٨/٢١٦ مخ)؛عقد الفريد (٤/٣٨٨ مخ)

[742] . ذهبي؛تاريخ الاسلام (٢/٣٥٦ مخ)

[743] . يعقوبي (تاريخ ٢/٢٥٠مخ)

[744] . اغاني (١/٣٥ – ٣٤ مخونه)

[745] . اغاني (١/٣٦ مخ)

[746] . شجري امالى، ١٦٤ مخ.

[747]. طبري تاريخ (٧/٥ – ١٣ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٤/٤٤ – ٤٥ مخونه)؛ اغاني (١/٣٥ – ٣٦ مخونه).

[748] . مسعودي، التنبيه والاشراف ٢٦٣ مخ؛مسعودي : مروج الزهب (٣/٦٨ – ٦٩ مخونه)؛الاخبار الطوال ٢٦٥ مخ + طبري تاريخ (٨/٦ مخ)؛ذهبي، تاريخ الاسلام (٢/٣٥٥ مخ).

[749]. طبري تاريخ (٧/٦ – ٨ مخونه)؛ ابن اثير تاريخ (٤/٤٥ – ٤٦ مخونه).

[750] . التنبيه والاشراف ٢٦٤ مخونه + اخبار الطوال ٢٦٥ مخ.

[751] . ذهبي، تاريخ الاسلام (٢/٣٥٦ – ٣٥٧ مخونه).

[752]. طبري تاريخ (٧/١١ مخ)؛ابن اثير تاريخ (٣/٤٧ مخ)؛ابن کثير تاريخ (٨/٢٢٠ مخ).

[753] . يعقوبي (٢/٣٦١ مخ)

[754]. يعقوبى تاريخ (٢/٣٥١ مخ).

[755] . ابن کثير تاريخ (٦/٢٣٤ مخ)

[756]. ابن کثير تاريخ (٦/٢٣٤ مخ).

[757] . سيوطي، تاريخ الخلفا ٢٠٩ مخ + تاريخ الخمس (٢/٣٠٢ مخ).

[758] . دينوري، اخبار الطوال ٢٦٩ مخ؛ذهبي تاريخ الاسلام (٢/٣٥٧ مخ).

[759] . طبري تاريخ (٧/١٣مخ).

[760] . مروج الزهب (٣/٧١ مخ) + التنبه والاشراف ٢٦٤ مخ.

[761] . ابن سعد طبقات (٥/٢١٥ مخ).

[762] . طبري تاريخ (٧/١١ – ١٢ مخونه) او د اروپا چاپ: (٢/٤٢١ مخ) + ابن اعثم فتوح (٥/٣٠٠ مخ).

[763] . دينوري اخبار الطوال ٢٦٥ مخ.

[764] . طبري تاريخ (٧/١١ – ١٢ مخونه).

[765] . عقد الفريد (٤/٣٩٠ مخ).

[766] . ابن کثير تاريخ (٨/٣٢٤ مخ) + دينوري اخبار الطوال ٢٦٧ مخ.

[767] . طبري تاريخ (٧/١٤ مخ)؛ ابن اثير تاريخ (٣/٤٩ مخ).

[768]. ابن کثير تاريخ (٨/٢٢٥ مخ).

[769] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٥١ مخ).

[770] . ابن اعثم، فتوح (٥/٣٠١ مخ).

[771] . مروج الزهب (٣/٧١ – ٧٢ مخونه).

[772] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٥١ – ٢٥٢ مخونه).

[773] . تاريخ الخميس (٢/٣٠٣ مخ)؛سيوطي تاريخ، ٩ مخ.

[774]. طبري تاريخ (٧/١٤ – ١٥ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٤/٤٩ مخ)؛ابن کثير تاريخ (٨/٢٢٥ مخ).

[775] . طبري تاريخ (٧/١١٦ – ١١٧ مخونه).

[776]. ابن اثير تاريخ (٣/١٣٥ مخ).

[777] . دينوري، اخبار الطوال، ٣١٤ مخ.

[778]. مروج الزهب (٣/١١٣ مخ).

[779] . ابن اثير تاريخ (٤/١٣٦ مخ).

[780]. ذهبي تاريخ الاسلام (٣/١١٤ مخ).

[781]. ابن کثير تاريخ (٨/٣٢٩ مخ).

[782] . تاريخ الخميس (٢/٣٠٥ مخ).

[783] . تاريخ الاسلام (٣/١١٤ مخ).

[784]. طبري تاريخ،د اروپا چاپ (٢/٨٨٤ – ٨٨٥ مخونه)؛ابن کثير تاريخ (٨/٣٢٩ مخ).

[785] . طبري تاريخ (٧/٢٠٢ مخ)، د ٧٣ س پېښې.

[786] . ابن اعثم، فتوح (٦/٢٧٥ – ٢٧٦ مخونه).

[787] . طبري تاريخ (٨/٢٠٢ – ٢٠٥ مخونه).

[788] . ابن کثير تاريخ (٨/٣٣٢ مخ) + ابن اعثم فتوح (٦/٢٧٩ مخ).

[789]. ذهبي، تاريخ الاسلام ٠٣/١١٥ مخ).

[790] . طبري تاريخ (٧/٢٠٦ مخ)، د ٧٤ س پېښې.

[791]. په طبري، ابن اثير او ابن کثير تاريخونو کې د ٦٥، ٦٦، ٦٧، ١٢١، ١٢٢ او ١٢٥ کالونو پېښې ولولئ.

[792]. يعقوبي تاريخ (٢/٣٤٥ او ٣٥٢ او ٣٥٣ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٥/١٤٤ او ١٤٨ مخونه) د ١٤٠ س پېښې؛مروج الزهب (٣/٢٨٦ مخ).

[793] .دا برخه د مولانا ابوالکلام آزاد د “د انسانيت موت کې دروازې پر” له کتابه اخستل شوى دى .

[794] . (د طبري تاريخ ، اووم ټوک ، ٤٧ مخ.

[795] . (دطبري تاريخ 7 /٤٨ )

[796] . ( دطبرى تاريخ ، اووم ټوک ٤٩ مخ ).

[797] . مستدرک الصحيحين ٣/ ١٧٦ او لنډ يې په ١٧٩ مخ کې دى . ابن عساکر تاريخ ، ٦٣١ حديث . هيثمي، مجمع الزوايد ٩/١٧٩ . خوارزمي مقتل ١/١٥٩ -١٦٢ . ابن اثير ،تاريخ ٦/٢٣٠، ٨/١٩٩ . شجري امالي، ١٨٨ مخ . ابن صباغ مالکى فصول المهمة، ١٤٥مخ . روض النضير ١/٨٩ . صواعق المحرقه ١١٥مخ . کنزالعمال ٦/٢٢٣ پخوانى چاپ . الخصائص الکبرى ٢/١٢٥ . د اهل بيتو په ښوونځي کې يې په دې کتابونو کې وګورئ : مثير الاحزان ٨مخ . ابن طاووس، لهوف ٦ او ٧ مخونه .

[798] . ابن عساکر تاريخ، د امام حسين د حالاتو شرح ، ٦٢٩حديث . مجمع الزوايد ٩/١٨٨ . کنزالعمال ١٣/ ١١٢ . ابن کثير، تاريخ ٨/١٩٩ او د اهل بيتو د ښوونځي په کتابونو کې : شيخ طوسي، امالي، ١/٣٢٣ . مثير الاحزان ٧-١٠ مخونه . لهوف ٧-٩ مخونه.

[799] . ابن سعد طبقات ٢٦٩ حديث . ابن عساکر  تاريخ، ٦٢٧ حديث، د امام حسين د حالاتو شرح . خوارزمي مقتل ، ١/ ١٥٩ . مجمع الزوايد ٩/ ١٨٧ ، ١٨٨ . کنزالعمال ١٣/١٠٨، ٦/٢٢٣ . الصواعق المحرقه ١١٥مخ .خصائص السيوطي ٢/ ١٢٥، ١٢٦. غولي، حوهرة الکلام للقرة، ١١٧مخ، شيخ طوسي، امالي، ١/٣٢٥ . شجري، امالي، ١٧٧ مخ.

[800] . مستدرک الصحيحين ٤/ ٣٩٨ . طبراين المعجم الکبير، ٥٥حديث . ابن عساکر تاريخ ٦١٩ حديث . ابن سعد طبقات ، ٤٢-٤٤ مخونه، ٦٢٨ حديث . ذهبي تاريخ الاسلام، ٣/١١ . سير اعلام النبلا ٣/١٩٤-١٩٥ . خوارزمي مقتل ١/١٥٨-١٥٩ . محب الدين طبري، ذخائر العقبى ١٤٨ او ١٤٩ مخونه . ابن کثير تاريخ ٦/٢٣٠ . متقي کنزالعمال ١٦/٢٦٦ .

[801] . امام احمد حنبل،مسند ٣/ ٢٤٢ او ٢٦٥. ابن عساکر تاريخ د امام حسين د حالاتو شرح، ٦١٥ او ٦١٧  احاديث . طبراني معجم الکبير، ٤٧ حديث . خوارزمي مقتل ١/١٦٠ او ١٦٢ . ذهبي، تاريخ الاسلام ٣/ ١٠ . سير اعلام النبلا ٣/١٩٤ .ذخائر العقبى ١٤٦ او ١٤٧ مخونه . مجمع الزوايد ٩/١٨٧ او ١٩٠ . ابن کثير تاريخ، باب الاخبار بمقتل الحسين ٦/٢٢٩  چې عبارت يې داسې دى :  ” موږ اورېدل،چې په کربلا کې وژل کېږي” .کنزالعمال ١٦/٢٦٦ . ابن حجر الصواعق المحرقه ١١٥مخ . ابن نعيم الدلايل ٣/٢٠٢ . الروض النضير ١/١٩٢ . قسطلاني،المواهب المدنية ٢/١٩٥. سيوطي خصايص ٢/٢٥ . ابوبکر هيثمي، مواردالضمان بزوائد صحيح ابن حبان ٥٥٤ مخ . د اهل بيتو په ښوونځي کې: شيخ طوسي امالي ١/٢٢١، چې عبارت يې داسې دى : ” يوه له سترو پرښتو…..”

[802] .دا برخه مو د انديال مرتضى مطهري د شهيد له کتابه اخستې ده .

[803] .د خوشال ارمغان ۸۰۵ مخ

[804] . (سنن٥/٦٦٢،٣٧٨٦حديث)

[805] . فتح الباري١٦/٣٣٨.

[806] . وګورئ: د کنزالعمال غورچاڼ يا:٥/٣٢١. د ابن کثير تاريخ٦/٢٤٩. سيوطي،تاريخ الخلفا١٠مخ. کنز العمال ١٣/٢٦. الصواعق المحرقه،٢٨مخ.

[807] . وګورئ:کنزالعمال ١٣/٢٧ او غورچاڼ (منتخب) يې٥/٣١٢

[808] . وګورئ:نووي،د صحيح مسلم شرح١٢/٢٠٢. الصواعق المحرقه ١١٨مخ . سيوطي،تاريخ الخلفا:١٠مخ.

[809] . [کنزالعمال١٣/٢٧.]

[810] . وګورئ:تېره سرچينه.

[811] . وګورئ:د امام احمد حنبل مُسند١/٣٩٨او٤٠٦مخونه (احمد شاکر په لومړى حاشيه کې وايي:سندونه يې سم دي.)؛ حاکم،مستدرک او لنډيز يې٤/٥٠١. فتح الباري١٦/٣٣٩. مجمع الزوايد٥/١٩مخ. ابن حجر الصواعق المحرقه١٢مخ. سيوطي،د خلفاوو تاريخ لسم مخ. سيوطي،جامع الصغير١/٧٥. کنزالعمال١٣/٢٧. فيض القدير٢/٤٥٨.ابن کثير،تاريخ٦/٢٤٨-٢٥٠مخونه باب ذکر الائمه الاثنى عشر الذين کلهم من قريش،له ابن مسعوده روايت.

[812] . وګورئ:ابن کثير،تاريخ٦/٢٤٨. کنزالعمال١٣/٢٧. حسکاني، شواهد التزيل١/٤٥٥؛ابن کثير د خپل تاريخ په شپږم ټوک، ٢٤٨مخ کې وايي،د دې په څېر له عبدالله بن عمر،حذيفه او ابن عباس(رضى الله عنهم)هم روايتونه شوي دي.

[813] . وګورئ : شيخ سليمان حنفي قندوزي،ينابيع المودة،سلم باب٥٣٢مخ. غزالي،احياالعلوم الدين ١/٣. حلية اولياء١/٨٠. نهج البلاغه،٢٤٧حکمت.

[814] . د خوشال  ارمغان ٧٠٥مخ:

[815] . وګورئ:د ترمذي پر سننو د ابن عربي شرح٩/٦٨-٦٩.

[816] . پر صحيح مسلم د نووي شرح١٢/٢٠١-٢٠٢؛ فتح البارى١٦/٣٣٩.

[817] . وګورئ:دسيوطي تاريخ دولسم مخ او فتح البارى شپږم ټوک٣٤١مخ.

[818] . ابن حجر،الصواعق المحرقه،١٩مخ؛ سيوطي،دخلفاوو تاريخ١٢مخ.

[819] . نووي،د صحيح مسلم شرح١٢/٢٠٢او٢٠٣؛فتح الباري١٦/٣٣٨-٣٤١.

[820] . سيوطي،د خلفاوو تاريخ١١مخ؛الصواعق المحرقع،١٩ مخ؛ فتح الباري١٦/٣٤١.

[821] . وګورئ:ابن کثير،تاريخ٦/٢٤٩-٢٥٠.

[822] . وګورئ:فتح الباري١٦/٣٤٠مخ.[دا مخونه يې د ابن جوزي له ((کشف المشکل))نه راخستې ده]

[823] . فتح الباري١٦/٣٤١.؛ الصواعق المحرقه:١٩مخ .

[824] . فتح الباري١٦/٣٣٨.

[825] . د نووي شرح١٢/٢٠٢.؛فتح الباري١٦/٣٣٩مخ.

[826] . فتح الباري١٦/٣٣٨.

[827] . وګورئ:تېره سر چينه.

[828] . د خوشال ارمغان ٥٦٩مخ .

[829] . کنزالعمال١٣/٢٧.

[830] . صحيح مسلم (٢/٣د مصر چاپ)

[831] . مشهور رجالي،ذهبي په((تذکرة الحفاط))(١٥٠٥مخ کې) د امام جويني په اړه وايي: يوازېنى حديثپوه امام، اکمل، فخرالاسلام، صدرالدين ابراهيم بن محمد بن صمويه جويني شافعي،د صوفيانو شيخ، په خورا ځير يې روايتونه راټولول او ټکيو او اجزاوو ته يې پوره پام و.”غازان شاه” د ده له لارې اسلام ومانه.

[832] . الف،ب او ج احاديث په فرائدالسمطين کتاب کې راغلي،چې د دې کتاب خطي نسخه د تهران پوهنتون په مرکزي کتابتون کې شته)

[833] . د حاکم مستدرک٣/٤٨٣؛ تذکرة خواص الامه١٠مخ؛ د ابن مغازلي مناقب:٧مخ

[834] . د علي او دوه زامنو حسن او حسين د حالاتو شرح او د٥٠،٤٠او٦٠هجري کلونو پېښې په طبري،ابن اثير،ذهبي او ابن کثير تاريخ کې ولولئ او همدا راز د هغوى د حالاتو شرح په بغداد تاريخ، دمشق تاريخ،استيعاب،اسدالغابه،اصابه او د ابن سعد په طبقاتى کې ولولئ.

[835] . د ٩٤س پېښې د ابن اثير،ابن کثير او ذهبي په تاريخونو کې ولولئ او همدا راز د امام د حالاتو شرح د ابن سعد په طبقاتو،حلية الاولياء، وفيات الاعيان،يعقوبي تاريخ(٢/٣٠٣)او مسعودي تاريخ (٣/١٦٠مخ) کې ولولئ.

[836] . ذهبي،تذکرة الحفاظ،وفيات الاعيان،صفوة الصفوة،حلية الاولياء. يعقوبي تاريخ٢/٣٢٠مخ. ذهبي،تاريخ الاسلام. ابن کثير، تاريخ (د١١٧،١١٥او١١٨کلونو پېښې،د امام باقر د حالاتو شرح)

[837] . په حلية الاولياء،وفيات الاعيان،يعقوبى تاريخ(٢/٣٨١)او مسعودي تاريخ (٣/٣٤٦مخ)کې د امام جعفر د حالاتو شرح ولولئ.

[838] . مقاتل الطالبين،بغداد تاريخ،وفيات الاعيان،صفوة الصفوة،ابن کثير تاريخ (٢/١٨)او يعقوبي تاريخ (٢/٤١٣)کې د امام کاظم د حالاتو شرح ولولئ.

[839] . (١)بحارالانوار٤٩/١٣و٧مخونه؛په طبري تاريخ،د ذهبي په تاريخ الاسلام،وفيات الاعيان،يعقوبي تاريخ (٢/٤٥٣) مسعودي تاريخ (٣/٤٤١)او کامل تاريخ کې د امام رضا د حالاتو شرح ولولئ.

[840] . د بغداد تاريخ (٣/٥٤) وفيات الاعيان،شذرات الذهب (٢/٤٨) مسعودي تاريخ (٣/٤٦٤)

[841] . بغداد تاريخ (١٢/٥٦)،وفيات الاعيان،يعقوبي تاريخ (٢/٤٨٤) مسعودي تاريخ (٤/٨٤)

[842] . وګورئ:وفيات الاعيان،تذکرة الخواص،د شيخ کمال طلحه شافعي (٦٥٤س مړ) مطالب السول (مناقب آل رسول)، يعقوبي تاريخ (٢/٥٠٣)

[843] .د خوشال ارمغان ۷-۵ مخ

[844] .د خوشال ارمغان ۷۱ مخ

[845] .  د خوشال ارمغان ٥٦٩مخ

[846] . ارمغان ٧١ مخ

[847] . ٥مخ – ارمغان

[848] عوالي اللالى ٣: ١٣٢، حديث: ٢٢٨.

[849] الاصول من الکافي ١: ٣٢ حديث: ٤ + دعائم الاسلام ٢: ٢٥٥ + تحف العقول: ٤٠١، حديث: مستدرک الوسايل ١٣: ٥٣ مخ، حديث: ١٢.

[850] د دې حديث د پوره متن لپار وګورئ:

الفروع من الکافي ٧: ٤٠٧ مخ، حديث: ١ + الفقيه ٤: ٣، حديث: ٦ + التهذيب ٦: ٢١٨، حديث ٥ + وسائل الثيعه ١٨: ١١، حديث: ٤

[851] کنزالعمال ١٠: ١٥ حديث: ٢٨٧٦٨، ميزان الحکمه ٤: ٢٤٥٤ د اهل سنتو له لارې دا حديث په دې تعبير راغلى دى چې: “لکل شئ عماد و عماد هذا الدين الفقه” نهج الفصاصه: ٤٤٧ مخ، حديث: ٢٢٦٠.

[852] د سيد جمال الدين افغاني په اړه د ناچاپه اسنادو ټولګه، ١٣٤ تصوير.

[853] بحار الانوار ٥: ١١٤.

[854] بحار الانوار ٥: ١١٤.

[855] امام احمد صنبل سند ٤: ٩٦مخ.مجمع الزرائد ٥: ٢١٨ او ٢٢٥ مخونه.ابى داود طياليسى سند: ٢٥٩ مخ.المعيار والموازنة: ٣٢١ مخ.الامامة والتبصرة: ١٥٢ مخ.کمال الدين و تمام النعمة: ٤٠٩ مخ.کفاية الاثر: ٢٩٦مخ.وسايل الثيعه ١١: ٤٩١مخ.مناقب آل ابى طالب ٤: ١٨مخ.

[856] د کلام په علم کې جوته شوې، چې امامت په عقلي مکلفيت کې “لطف” دى او مکلفيت بې له امامته نه پوره کېږي، د دې مطلب شرح وګورئ: شيخ طوسي، تلخيص الشافي: ١/٦٩ مخ.

[857] المستدرک للحاکم ٣/١٢٧،مجمع الزوائد ٩/١١٤، المعجم الکبير للطبراني ١١/٦٥-٦٦، د بغداد تاريخ ٤/٣٤٨، کنزالعمال ١١/٦١٤،٣٢٩٧٩ حديث ؛ ذخائر العقبى :٧٧؛الغدير ٦/٦١-٨٢ .

علامه مغربي د دې حديث په شرح کې يو ځانګړى کتاب لري: “له کتاب”

[858] دا حديث په سني او شيعه سرچينو کې راغلى : الرياض النضره للطبري ٣/١٦٧،کشف الخفاء للعجلوني ١/١٨٤،٤٨٩ حديث . ذخائرالعقبى ٨٣،المناقب للخوارزمى ٨١،٦٦ حديث . بحارالانوار ٤٠/٢٧٧،٤١ حديث .

[859] دويم خليفه حضرت عمر (رض) پر دې موضوع منښته کړل او وايي: على اقضانا… د خليفه دا خبره راخستې ده: کشف الخفاء ١/١٨٥١،احمد بن حنبل،مسند ٥/١١٣ ، ابن سعد،الطبقات الکبرى ٢/٣٣٩. طبري ،الرياض النضره ٣/١٦٧ .

[860] نهج البلاغه ” تحقيق صبحى الصالح “:١٣٧ ،٩٣ خطبه او ٢٨٠ خطبه ،تهذيب التهذيب ٧:٣٣٨ . کنزالعمال ١٣/١٦٥ . ٣٦٥٩ حديث . حلية الاولياء ١/٦٥ . جامع البيان العلم لابن عمر ١/١١٤ ، الرياض النضره للطبري ٢/١٩٨ ، فتح الباري ٨/٤٨٥ ، تاريخ الخلفاء للسيوطي :١/١١٤ ، ينابيع الموده :٦٦ باب ١٤ فى غزارة علمه،التوحيد للصدوق :٩٢، ٦ حديث او٣٠٤ مخ او لومړى حديث ،امالى الصدوق ١:١٢٨. الطرايف لابن طاووس :٧٣ ، حديث٩٠ . بحارالانوار ١٠/١٢٨ اووم حديث او ٤٠/٣٤٨ حديث ٦١،الغدير لاميني ٦/١٩٣.

[861] وګورئ : الرياض النضره ٣/١٦٣،ذخائر العقبى :٨٠-٨٢ ،المناقب الخوارزمى :٩٦-٩٨ ،فرائد السمطين ١:٣٤٤-٣٤٥ .مناقب آل ابيطالب لابن شهر آشوب ٢/٣٦١-٣٦٢،فضايل الخمسه من الصحاح الستة ٢/٢٧٣،الغدير ٦/١١٠ .

[862]دخائر العقبى :٨٢،فضائل الصحابة لاحمد بن حنبل ٢/٦٤٧ ،١١٠٠ حديث . بحارالانوار ٤٠/١٤٩، ٥٤ حديث او همداراز ٢٦٦ مخ ،٦ حديث .

[863] حضرت علي (رض) د هجرت پر شپه د پېغمبر پر ځاى ويده شو، په خندق او نورو غزاګانو کې يې سرښندنې.

[864] لکه څنګه چې د قرآن کريم په مريم/ ٣٠ کې راغلي،چې عيسى عليه السلام په زانګو کې وويل : ” انى اعبد الله اتانى الکتاب و جعلنى نبيا ” او د همدې سورت په ١٢ آيت کې راغلي د يحيى عليه السلام په باب راغلي دي : ” و آتيناهه الحکم صبيا ”

[865] سفينة البحار ٢/٢٧ او مناظرات فى الامامة للشيخ عبدالله الحسن :١٧٤ . خليل بن احمد ته وويل شول : ما الدليل على ان عليا امام الکل فى الکل ؟ قال :احتاج الکل اليه و استغناوه عن الکل=ددې دليل څه دى،چې علي پر کل د کل امام دى ؟  و يې ويل :د ټولو خلکو هغه اړتيا او له ټولو خلکو د هغه بې نيازي،دليل دى،چې د ټولو امام دى . او همداراز ورته وويل شو : ما تقول فى على ابن ابيطالب ؟فقال : ما اقول فى حق امرى کتمت مناقبة اولياوة حوفا و اعداوه حسدا،ثم ظهر من بين الکتمانين ما ملا الخافقين = د علي بن ابيطالب په باب څه وايې ؟ و يې ويل : د هغه چا په باب څه ووايم،چې دوستانو يې له وېرې د هغه فضايل پټ کړل او دښمنانو يې د حسد له مخې؛خو په عين حال کې آسمانونه او ځمکې يې له فضايلو ډکې دي .

[866] سنن الترمذى ٤/٤٠٥ .٢١٦٧ حديث .مسند احمد ٥/١٤٥ او کتاب السنة الابن ابى عاصم :٤١ . حديث ٨٤ .په دې لفظ راغلى دى : “لاتجتمع امتى على ضلالة ” په هر حال

[867] خو د اهل سنتو په کتابونو کې د “لاتجتمع امتى على الخطا” د حديث د پرله پسې توب او تواتر ادعا شوې ده او ان ځينې اهل سنت په خپلو اصولي کتابونو کې د اجماع د حجتوالي لپاره پرې استدلال کوي، لکه غزالي په “المستصغى” ١: ١٧٥ کې، علامه مظفر په “السقيفه” کې په دې اړه اوږد بحث کړى دى . بني هاشمو د علي (رض) په مشرۍ بيعت ونه کړ؛ وګورئ :  صحيح مسلم ٥/١٢٥،صحيح البخاري ٥/٨٢ ،الامامة والسياسة ١/١٣،مروج الذهب ٢/٣٠٧،تاريخ الطبري ٣/٢٠٨، العقد الفريده ٥/١٣ . هغه ستر اصحاب چې له حضرت ابوبکر (رض) سره يې له بيعته ډډه وکړه، يو شمېر يې دا دي : عباسن بن عبدالمطلب،عتبة بن ابي لهب،سلمان فارسي،ابوذر غفاري، عمار بن ياسر، مقداد،براء بن عازب، ابى بن کعب، سعد بن ابى وقاص،طلحة بن عبيدالله، زبير بن عوام،خزيمة بن ثابت، فروة بن عمر الانصارى،خالد بن سعيد بن عاص، سعد بن عبادة بن انصاري،فضل بن عباس (رضي الله عنهم) او ددې ډلې مخکښان علي بن  ابيطالب او بني هاشم وو . وګورئ :العقد الفريد ٥/١٣ . شرح نهج البلاغه لابن ابي الحديد ١/١٣١ ، مروج الذهب للمسعودي ٢/١-٣ ،اسد الغابه الابن اثير ٣/٢٢٢ ،تاريخ الطبري ٣/٢٠٨،السيرة الحلبية ٣/٣٥٦، تاريخ اليعقوبي ٢/١٢٣،مناظرات فى الامامة للشيخ عبدالله حسن :١٨١ .

[868] دا حديث په سني او شيعه سرچينو کې راغلى دى : المعجم الکبير للطبراني ١٩/٣٨٨.حديث ٩١٠ . حلية الاولياء الابى نعيم الاصفهانى ٣/٢٢٤ . مجمع الزوائد لابى بکر الهيثمى ٥/٢١٨ . کنزالعمال للمتقى الهندى ١/١٠٣ . حديث ٤٦٣-٤٦٤ .الاصول من الکافى للکلينى ١/٣٧٦-٣٧٧ . حديث ١-٣ .بحارالانوار للمجلسى ٧٨-٢٣  .حديث :٩ . الغدير للاميني :١٠/٣٥٩-٣٦٠ .

[869] سني او شيعه و ليکلي: فاطمة الزهرا (س) د حضرت ابوبکر (رض) پر کاروغو غوسه له نړۍ ولاړه او وصيت يې کړى و، چې د شپې شپې يې ښحه کړي… په صحيح بخاري (٥/١٧٧مخ) کې راغلي : عن عايشة ان فاطمة بنت النبى ارسلت الى ابى بکر تسالة ميراثها من رسول الله …. فابى ابوبکر ان يدفع الى فاطمة منها شيئا،فوجدت فاطمة على ابى بکر فى ذلک فهجرته فلم تکلمه حتى توفيت، و عاشت بعد النبى ستة الشهر فلما توفيت دفنها زوجها على ليلا و لم يوذن بها ابى بکر و صلى عليها …..

له حضرت عايشې روايت شوى، چې فاطمې د رسول الله لور له في  څخه (هغه مالونه چې بې جګړې ترلاسه شوي او په رسول الله پورې ځانګړي وو) له ابوبکر (رض) د خپل پلار ميراث وغوښت؛خو ابوبکر(رض) يې له ورکړې ډډه وکړه،فاطمه پر ابوبکر (رض) غوصه شوه او تر مړينې يې ورسره خبرې ونه کړې،تر پېغمبر وروسته شپږ مياشتې ژوندۍ وه، چې ومړه،نو مېړه يې علي د شپې شپې ښخه کړه او ابوبکر(رض) يې پرې خبر نه کړ.

[870] دا پېښه په لاندې کتابونو کې په لنډ شانته توپير سره راغلې ده :صحيح بخاري ٨/١٨٥ . کتاب فرائض ،صحيح مسلم ٣/١٣٨٠ .حديث ١٧٥٩ . سنن البيهقي ٦/٣٠٠ . مصنف عبدالرزاق ٥/٤٧٢ .حديث ٩٧٧٤ . فتح الباري ٦/ ١٣٩ . صحيح ابن حبان ١١/١٥٣ . شرح نهج البلاغه ٦/٤٦ . او ١٦/٢١٨  فتح البارى ٦/٣٩ . صحيح ابن حبان ١١/١٥٣ . شرح نهج البلاغه ٦/٤٦ . او ١٦/٢١٨، تاريخ الامم و الملوک ٢/٤٤٨ . مناظرات فى العقايد و الاحکام ١/٢٢٢ . فرماني وايي: په روايت کې راغلي دي: چې فاطمې واورېدل، پلار يې علي ته ور نکاح کړې او دراهم یې هم ورته مهر کړي،ويې ويل : يا رسول الله! د خلکو لوڼې په دراهمو نکاح کوي؛نو زما او د هغوى ترمنځ توپير څه دى؟ هيله کوم چې دراهم ورستانه کړې او له خدايه وغواړې چې زما مهر دې ستا د امت د ګناهکارانو شفاعت وګرځوي.

جبرئيل له يوې ورېښمينې رقعې سره راغلى، چې پکې ليکل شوي وو: “خداى تعالى د فاطمې مهر د هغې د پلار د امت د ګناهکارانو شفاعت وګرځاوه”. اخبار الدول: ٨٨مخ.

زهراى مرضيه د وفات پر مهال وويل: دا رقعه مې تر کفن لاندې پر سينه کېدئ او چې دا چار وشو؛ نو يې وويل: د قيامت پر ورځ چې راپاڅېدم، دا رقعه به په خپل لاس پورته کړم او د خپل پلار د امت د ګناهکارانو شفاعت به وکړم.

[871] مروج الذهب للمسعودي ٣/٥ ،مقاتل الطالبيين لابى الفرج الاصفهانى :٢٩ .تاريخ اليعقوبى ٢/٢٢٥ ،شرح نهج البلاغه لابن ابى الحديد ١٦/٤٩ . صلح الامام الحسن للشيخ راضى آل ياسين ٣٦٤-٣٦٨ .

[872] دا حديث ډيرو اصحابو روايت کړى او لاندې کتابونه وګورئ : فضايل الصحابه لاحمد بن حنبل :٢٠ او ٥٣ .مسند احمد ٣/٣،٦٢،٦٤،٨٢ او ٥/٣٩١-٣٩٢ . المعجم الکبير للطبراني ٣/ ٣٥-٤٠ .حديث :٢٥٩٨-٢٦١٨ .مجمع الزوائد ٩/١٦٥  او ١٧٨ او ١٨٢-١٨٤ . حلية الاولياء للاصبهاني ٥/٧١ .مقتل الحسين للخوارزمى ١/٢٩ . سنن ابن ماجه١/٤٤ . حديث ١١٨ . سنن الترمذي ٥/٣٢١ حديث ٣٨٥٦ . ترجمة الحسين من تاريخ مدينة د مشق لابن عساکر :٧٢ حديث :١٢٩ او ٧٤ مخ حديث ١٣٢ او ٧٦ مخ حديث ١١٨ . فرائد السمطين ٢/٤١ حديث ٣٧٤  او ٩٨-٩٩ مخونه ،حديث٤٠٩-٤١٠ او ١٢٩ مخ ،حديث٤٢٨ ،المستدرک للحاکم ٣/١٦٧ او ١٣٨ ،المصنف لابن ابى شيبه ٧/٥١١ ،خصايص اميرالمؤمنين للنسايي :١١٧-١٢٤،کنزالعمال ١٢/١١٥. حديث٣٤٢٥٩ او ٣٤٢٦٠ او ١١٢ مخ ،حديث :٣٤٢٤٦ او ٣٤٢٤٧ او ٣٤٢٤٨ .

[873] مقاتل الطالبيين لابى الفرج الصفهانى :٧٨ .

[874] خداى تعالى پېغمبر اکرم ته وايي: [وَإِذْ قُلْنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِالنَّاسِ وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ إِلاَّ فِتْنَةً لِّلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي القُرْآنِ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلاَّ طُغْيَانًا كَبِيرًا((اسراء/۶۰) ]

فخر رازي (تفسير کبير ٢٠: ٢٣٦ مخ) د دې خوب په اړه څلور روايتونه راوړي چې درېيم روايت يې له سعيد بن مسيب (رض) له خولې دى چې وايي: پېغمبر اکرم خوب وليد، چې بني اميه یې د بېزو په څېر پر منبر پورته کېږي، د پېغمبر دا وضع بدې راغله. او په ٢٣٧ مخ کې د ابن عباس له خولې روايتوي چې د بني اميه ملعونه شجره؛ يعنې حکم بن ابى العاص دى.

ابن عباس وايي: پېغمبر په خوب کې وليدل چې د مروان اولاده په يو بل پسې د حضرت پر منبر پورته خېژي.

په طبري تفسير (١٥: ٧٧مخ) او الدرالمنشور (٤: ١٩١مخ) کې د سهل بن سهل له خولې وايي: رسوال الله خوب وليد چې د (پلاني) زامن یې د بېزو په څېر پر منبر خېژي، د پېغمبر دا حالت بد راغى او بيا د عمر تر پايه چا خندنى ونه ليد، وروسته وايي: د “وما جعلنا الروياالتى……” آيت په دې اړه نازل شو.

سيوطي په الدرالمنشور تفسير (٤: ١٩١) کې له حضرت عايشې (رض) روايتوي چې مروان حکم ته يې وويل: له رسول اکرم (ص) مې واورېدل، چې ستا پلار او نيکه ته يې ويل: په قرآن کې تاسې “شجره ملعون” ياست.

په “له کتابه” له نبي کريم روايت دى چې:

“چې د ابى العاص (بني مروان) زامن دېرشو تنو ته ورسي؛ نو د خداى شتمني به لاس په لاس کړي،د خداى بندګان به خادمان (مريان) او د خداى دين به فاسد کړي.

[875] همدا موضوع د دې لامل شوه چې حضراتو طلحه او زبير (رضى الله عنها) خپل بيعت مات کړ او عايشه ام المؤمنين يې له علي (رض) سره جګړې ته راوهڅوله.

[876] نهج البلاغه د صبحى صالح څېړنه :٢٨٠ او ١٨٩ خطبه . شرح نهج البلاغه ابن ابى الحديد ٢/٢٨٦ او ١٠/١٤ . تهذيب التهذيب ٧/٣١٨ . کنزالعمال ١٣/١٦. حديث :٣٦٥٠٢ . حلية الاولياء ١/٦٥ . جامع بيان العلم لابن عمر ١/١١٤ ،الرياض النضره ٢/١٩٨ ،فتح الباري ٨/٤٨٥ .تاريخ الخلفاء :١٢٤ .ينابيع المودة ١/٢٠٨ ،التوحيد للصدوق :٩٢ ،حديث :٦ او ٣٠٤ مخ ، حديث : لومړى .الامالى للشيخ الصدوق :٢٨٠ مخ ،الطرائف لابن طاووس :٧٣ ،حديث :٦١ . الغدير ٦/١٩٣ ،کامل الزيارات :١٥٥ . خصائص الائمة :٦٢ ،مناقب آل ابيطالب ٢/١٠٥ .

[877] په دې روايت کې راغلي: يو تن پاڅېد او ويې ويل: راته ووايه چې پر سر او بدن مې څومره ويښتان دي؟ علي (رض) ورته وويل: پر خداى قسم،دوست مې رسول اکرم (ص) ستا د پوښتنې ځواب راکړى دى، د سر پر هر ويښته دې يوه پرښته ده،چې ښېرا ورته کوي او د بدن هر ويښته دې يو شيطان لري،چې بې لارې کوي دې او همدا اوس دې په کور کې يو سېرلى دى چې په راتلونکې کې د رسول الله زوى [حسين] وژني او که د خپل سر او بدن د ويښتانو شمېرل درته ستونزمن نه وو، درته مې ويل چې څومره دي (چې دې شمېرلى واى او پوه شوى به واى، چې سم دې ويلي) او زما د رښتينتوب نښه هماغه ده،چې درته مې وويل، د پرښتو لعنت او په کور کې دې سېرلى.

پوښتونکى څوک و؟

د شيعه وو په سرچينو کې پوښتونکى سعد وقاص (رض) و، او له سېرلې يې مراد “عمر سعد” و، چې په کربلا کې يې حسين وواژه.

وګورئ: کامل الزيارات + شيخ صدوق امالي + خصائص الائمة + مناقب آل ابى طالب.

د اهل سنتو په سرچينو کې:

علامه ابن ابى الحديد معتزلي شافعي د نهج البلاغي په شرح کې په دوو ځايونو کې وايي:

د دويم ټوک په ٢٨٦ مخ کې وايي: پوښتونکى “انس” او سېرلى يې سنان بن انس و، چې پر هغه مهال يې خاپوړې کولې.

د لسم ټوک په ١٤ مخ کې وايي: پوښتونکى تميم بن اسامه و او سېرلى يې حصين بن تميم بن اسامه و، چې په هغه زمانه کې تي خور ماشوم و، چې بيا يې د رسول الله زوى وواژه.

[878] ام المؤمنين عايشه (رض) چې بصرى ته د جګړې لپاره روانه وه په لار کې سپيو بريد وکړ او اوښان يې په منډو کړل، يو تن وويل: پر حوئب دې لعنت وي، څومره ډېر سپي لري.

د ام المؤمنين عايشې چې د نبي کريم له خولې د “حوئب” نوم اورېدلى و، چې د خداى پر ضد د جګړى په لار کې د حوئب سپي پرې بريد کوي؛ نو پام یې شو او ويې ويل: دا حوئب دى؟ وويل شول: هو. ويې ويل: ستنه مې کړئ. وپوښتل شو: ولې؟ ويې ويل: له رسول اکرم (ص) مې واورېدل چې يې وويل: لکه چې وينم د حوئب سپي مې پر ځينو مېرمنو غپي، بيا يې راته وويل: حميرا! ځان ساته، هسې نه چې ته يې.

حضرت زبير (رض) عايشې ام المؤمنين ته وويل: آرامه شه، خداى دې درباندې ولورېږي، د حوئب له اوبو په فرسنګونو لرې شوي يو. عايشې (رض) وويل: شاهد لرې چې دا غاپي سپي د حوئب د اوبو سپي نه دي؟ حضراتو طلحه او زبير (رض) پنځوس تنه عربان راټول کړل او قسم يې وخوړ چې دا حوئب نه دى او دا په اسلام کې لومړى د دروغو شهادت و، چې ورکړ شو.

[879] شيخ مفيد د الحجل کتاب په ٨٨مخ کې ليکي:

حضرات طلحه او زبير يې خبر کړل، چې عايشه (رض) په مکه کې د علي (ک) پر خلافت او د حضرت عثمان پر وژنې خپه شوې او خلک يې د حضرت عثمان کسات اخستو ته رابللي دي او هم خبر شوي، چې د حضرت عثمان واليان له دې ډاره چې علي او د مهاجرو او انصارو، ياران يې شتمني راڅخه وانخلي مکې ته تښتېدلي دي. مروان حکم (د حضرت عثمان د تره زوى) يعلى بن منبه د يمن او عبدالله بن عامر د بصرې د حضرت عثمان د زمانې واليان عايشې (رض) ته راغلي او د پاڅون نيت لري؛ نو همدا و، چې دواړه (طلحه او زبير) علي (ک) ته ورغلل او ويې ويل: راغلي يو،چې عمرې ته د تلو اجازه راکړې؛ ځکه څه موده کېږي، چې عمرې ته نه یو تللي. علي (ک) وويل: پر خداى قسم د عمرې کولو هوډ نه لرئ؛بلکې ژمنه ماتوئ او بصرې ته ځئ. ويې ويل: له خديه بښنه غواړو،يوازې عمرې ته روان يو.علي (ک) وويل: پر ستر خداى راته قسم وخورئ چې په مسلمانانو کې به فساد نه راولاړوئ او بيعت به مې نه ماتوئ او فتنې ته به نه ننوځي. سخت قسمونه يې وخوړل چې د علي (ک) پر ضد به کوم فعاليت نه کوي. له علي چې راووتل ابن عباس يې کتو ته ورغى او ترې يې وپوښتل: امير المؤمنين د عمرې د تلو اجازه درکړه؟ ويې ويل: هو. ابن عباس،علي ته ورغى. علي وويل: څه خبر؟ ابن عباس وويل: طلحه او زبير (رض) مې وليدل، چې له تا راستانه شوي وو. علي (ک) وويل: د عمرې اجازه يې رانه واخسته او هله مې اجازه ورکړه، چې ټينګ قسمونه يې راته وخوړل چې بيعت به نه ماتوي او فساد به نه راولاړوي. ابن عباس (رض) وويل: پر خداى قسم پوهېږم چې د فتنې هوډ لري. علي وويل: راته څرګنده ده، چې مکې ته ځي، چې راسره د جګړې لاره چاره چمتو کړي؛ځکه يعلى بن منبه خاين جنايتکار او فاجر له عراق او فارسه بيت المال راوړى، چې له ماسره يې په جګړه کې ولګوي او دا دواړه (طلحه او زبير) به په حکومت کې فساد وکړي او زما د لارويانو د وينو توييدو لامل به شي.ابن عباس وويل: که درته څرګنده ده، چې د فتنې هوډ لري؛ نو ولې دې د تلو اجازه ورکړه؟ او ولې دې ونه نيول،چې د شر مخه يې ونيول شي؟ علي (ک) وويل: ابن عباسه! غواړې چې زه د تيري او بدۍ پيلونکى وسم…… او د يو کار تر کولو مخکې یې کوونکى مجازات کړم. پر خداى قسم داسې به ونه کړم او خداى چې د حکمت او عدل کومه لار راټاکلې، تېرى به ترې ونه کړم او له حق او عدله د بېلتون پېلونکى به نه يم.ابن عباسه! سره له دې چې پوهېدم، چې څه هوډ لري، اجازه مې ورکړه خو پوه شه،چې د خداى په مرسته، پرې به بريالى شم او وبه يې وژنم او هيلې به يې له خاورو سره خاورې کړم او خپلو هيلو ته به ونه رسي، پالونکى به د ظلم، بيعت ماتونې او تيري سزا ورکړي.

ضامن بن شد قم المدني د الحجل کتاب په ٩٨ مخ کې وايي: هغوى درنګ نه کړ، او له ما يې د عمرې کولو اجازه واخسته او خداى پوهېږي، چې نيت يې بيعت ماتونه و؛نو ځکه بيا مې ترې بيعت واخېست، چې اطاعت مې وکړي او په خلکو کې فتنه راولاړه نه کړي او همدا ژمنه يې راسره وکړه؛ خو وفا يې پرې ونه کړه، بيعت يې مات او ژمنه يې تر پښو لاندې کړه.عجيبه ده، هغوى حضرت ابوبکر او حضرت عمر ته تسليم و، خو له ماسره يې مخالفت وکړ، حال دا چې زه خو له هغو دواړو (ابوبکر او عمر) څه ټيټ نه وم.

ولوشئت ان اقول: اللهم احکم عليهما بما صنعا فى حقى و صفر امن امرى و ظفرنى بهما.

[880] مسند احمد ١/٢١٩ او ٤/٢٨١ او ٥/٣٧٠ .مجمع الزوائد ٩/١٠٧،کنزالعمال ١٣/١٠٤ ،حديث :٣٦٣٤٢ او ١٣٨ مخ ،حديث :٣٦٤٣٧ او ١٧٠ مخ ،٣٦٥١٥ حديث ،البداية و النهاية ٥/ ٢١١- ٢١٢ او ٧/٣٥٥ .

[881] ابن ابى الحديد (د نهج البلاغې شرح ٣١: ٢٢٠ – ٢٢١ مخونه) وايي: راته څرګنده شوې ده،چې معاويه، يزيد او تر دوى وروسته مروانيانو د اتيا کالو په شاوخوا واکمنۍ کې هر ډول هڅه وکړه، چې علي وکنځي، او فضايل يې پټ کړي.خالد بن عبدالله واسطي وايي: چې معاويه سره بيعت وشو، مغيرة بن شعبه خطيبان اړ کړل، چې علي وکنځي. سعيد بن زيد وويل: دا ظالم خو يو جنتي کنځي.عبدالله بن عثمان تقفي له ابن ابى سيف روايتوي چې: د عامر بن عبدالله بن زبير يو زوى خپل زوى ته وويل: زويکه! علي يوازې په ښو يادوه، امويانو اتيا کاله پر منبرو کانځه، چې په دې کړنې د علي (ک) عظمت لا زيات شو، ځکه د څه چې دنيا بيخ بنا وي له منځه ځي او چې دين يې بيخ بنا وي همېشه پاتې وي.

ابى الحديد زياتوي: معاويه عراق، شام او نورو ځايونو ته امر وکړ،چې پر منبرونو به علي کنځئ،چې دا ناسم دود د امويانو په زمانه کې د عمر بن عبدالعزيز تر وخته و، چې بيا همده لرې کړ.

په ٥٧ مخ کې ليکي: له ابو عثمانه روايت شوى، چې يو شمېر امويانو معاويه ته وويل: ته خو خپلو هيلو ته ورسېدې؛ نو ښه ده، چې د علي له کنځلو لاس واخلې. ويې ويل: نه پر خداى قسم، تر هغې به لاس وانخلم چې کوچنيان پر همدې دود وروزل شي او پاخه عمري بوډاتوب ته ورسي او څوک پاتې نشي، چې فضايل يې روايت کړي.

او د څلورم ټوک په ٥٩ مخ کې د حضرت عمر بن عبدالعزيز (رح) له خولې روايتوي: پلار مې د مدينې امير و، د جمعې د ورځې خطبې ته به يې کېناستم، خطبه به يې په ځانګړي مهارت ويله او ښه خوله ور و؛ خو چې د علي کنځلو ته به رسېده، تړتړى به شو،چې زه به حېران شوم، يوه ورځ مې ورته وويل،چې ته خو پياوړى خطيب يې؛خو چې د علي (ک) کنځلو ته رارسې؛ تړتړى کېږي،راته يې وويل: زويه! د شام او نورو ځايونو خلک چې مې منبر ته ناست دي، که د علي د فضايلو په اړه چې زه پرې خبر يم، خبر شي؛ نو يو تن به هم په موږ پسې رانشي. دا خبره مې په درناوي په خپله سينه کې وساتله او چې څه مې په وړوکتوب کې له خپل ښوونکي زده کړي وو،ددې لامل شو، چې له خداى سره ژمنه وکړم، که يوه ورځ خليفه شم؛ نو دا ناسم دود به له منځه وړم او دا چې خداى راباندې ولورېد او خليفه شوم؛ نو د کنځلو پر ځاى مې دا آيت کېښود:

إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (نحل/۹۰)

او ګردې اسلامي نړۍ ته يې وليکل،چې د کنځلو پر ځاى به دا آيت لولئ.

او په پايله کې د دې آيت لوستل، د کنځلو ځاى ونيو او دود شو.

[882] په ٦٣ مخ کې ليکي: شيخ ابوجعفر اسکافي وويل: معاويه يو شمېر اصحابو او تابعينو ته امر وکړ، چې د علي (ک) په باب ناوړه روايات روايت کړي،چې خلک ترې کرکجن شي او مخ ترې واړوي، او د دوى د راضي کېدو لپاره يې ښه اجوره هم ورته وټاکله، او دوى هم په څه چې معاويه خوشحالېده وکړل،په اصحابو کې ابوهريره، عمرو عاص او مغيره بن شعبه او په تابعينو کې عروة بن زبير دا جعلي روايات جوړ کړل.

په ٧٣ مخ کې له خپل استاد ابو جعفر اسکافي روايتوي: روايت شوي، چې معاويه سمرة بن جندب ته يو لک درهمه ورکړل، چې داسې يو روايت جوړ کړي، چې د بقرې دا آيتونه د علي په باب نازل شوي:  [وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللّهَ عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ. وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيِهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَادَ (بقره/۲۰۴، ۲۰۵)= د دنيا په ژوند كې د ځينو خلكو خبرې تا اريانوي (په ښكاره ښه مينه څرګندوي) او څه چې يې په زړۀ كې وي خداى پرې ګواه کوي؛ خو هغه سخت ځېلي جګړه مار دى؛ ( چې  نښه يې داده ) چې پسې شا شو، پر ځمكه د فساد په خپرولو كې هڅه كوي ،كښتونه او څاروي له منځه وړي او خداى فساد نۀ خوښوي.

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ (بقره/۲۰۷) = او له خلکو، هغه دى، چې د خداى د رضا د تر لاسه کولو لپاره ځان پلوري [لکه علي د پېغمبر په بستره کې] او خداى پرخپلو بندګانو خواخوږى دى                                             “چې دا  آيت د ابن ملجم په اړه نازل شوى دى.

خو سمرة ونه منل، معاويه ورته پېسې دوه لکه درهمه کړې،، بيا يې هم ونه منلې، درې لکه يې کړې، بيا يې هم ونه منلې او چې څلور لکه يې کړې ويې منلې او روايت يې ورته جوړ کړ.

ابو جعفر وويل: سمه ده، چې امويانو خلک د علي د فضايلو له ويلو منع کړل او چا چې د علي فضايل روايتول؛نو ځورول يې ان چې د ديني شرايعو په باب په علي پورې اړوند روايت، به يې د عن ابى زينب په نوم راوړه او چا جرات نشو کړاى، چې د علي نوم واخلي.

[883]  (علل الشرايع ١: ٢١١مخ).

[884] صحيح البخاري ٣/٥ ،المغنى لابن قدامة ٦/٣٩٧ ،المحلى لابن حزم ٩/٣٠٢،تاريخ الطبرى ٤/٢٠٨ .

[885] صنعاني وايي: امير المؤمنين حضرت علي (ک) حضرت مالک اشتر د مصر امارت ته ولېږه،چې قلزم ته ورسېد، په زهرو ککړ د شاتو شربت يې پرې وڅښه، چې له امله يې شهيد شو. معاويه او عمرو عاص چې خبر شول، عمرو عاص وويل:”ان لله جنوداً من عسل؛ بېشکه چې خداى د شاتو يو لښکر هم لري”

او چې علي (ک) د مالک له وفاته خبر شو؛ نو محمد بن ابوبکر (رحمة الله عليها) يې د مصر امارت ته ولېږه. المصنف للصنعانى ٥/٤٦٠؛التاريخ الکبير للبخاري ٧/٣١١ ؛تاريخ مدينة دمشق لابن عساکر ٦٥/٣٨٨ .

[886] الفصول فى الاصول ” للجاص ٤/٥٥ او شرح نهج البلاغه ابن ابى الحديد ١/١٩٤ .

[887] د شيخينو له سيرت سره د حضرت عثمان (رض) د مخالفت په اړه يو عربي شاعر عبدالرحمان بن صنبل جمعي وايي: “پر خداى قسم، چې خداى د نړۍ پېښې چټي پنځولي نه دي”

او تر شيخينو وروسته، چې کومه فتنه راولاړه شوه؛ نو زموږ او د راولاړوونکيو د ازمېښت لپاره و. په حقيقت کې دوه تنو امينانو (ابوبکر او عمر) د هدايت لار روښانه کړه. هغوى نه پخپله بې دليله د خلکو له ماله کوم يو درهم واخېست او نه يې چاته د ځاني غوښتو له امله کوم درهم ورکړ. (خو ته اى عثمانه) د رسول اکرم ملعون او شړل شوى دې د مخکېنيو د دود پر خلاف راستون کړ. او د خداى د بندګانو خمس (پينځمه) دې مروان ته ورکړ او په پايله کې پر خلکو دې ظلم وکړ او له ظالمانو دې ملاتړ وکړ.بلا ذري له عبدالله بن زبيره روايتوي: حضرت عثمان (رض) پر ٢٧ س د افريقا جګړې ته ولېږلو، چې په دې جګړه کې عبدالله بن سعد بن ابى سرح ډېر غنايم حضرت عثمان (رض) ته راووړل،چې خليفه پنځمه يې (د روايت له مخې دوه سوه زره ديناره) مروان ته ورکړل. علامه اميني الغدير ٨: ٢٥٨ مخ.

[888] د دې حديث د څېړنې او ارزونې لپاره وګورئ: سيد حسن قزويني، “هدى الملة الى ان فدکا نحلة” کتاب.

[889] د نهج البلاغې ٢٢٤ خطبه.

[890] الاخبار الطول للدينورى :٢٢٤، اسدالغابه لابن الاثير ١/٣٨٦ .

[891] صحيح البخاري ٣/٥٧ ،المغنى لابن قدامه ٦/٣٩٧،المحلى لابن حزم ٩/٣٠٢ ،تاريخ الطبري ٤/٢٨

[892] . ارمغان ٨٢١مخ .

[893] حاکم نېشاپوري (المستدرک ٤: ٤٧٩ مخ) له عبدالرحمن بن عوف (رض) روايتوي: چې په مدينه کې هر ماشوم زېږېده؛ نو رسول اکرم ته به يې راوسته، چې مروان وزيږېد او حضرت ته يې وروست؛ ويې ويل: چونګښه د چونګښې زوى او ملعون د ملعون زوى (حاکم دا روايت صحيح ګڼلى دى)

[894] .  ( ارمغان ٨٢٢)

[895] ابن عسکر له حسن بن محمد بن معاويه بجلي روايتوي: چې زيد بن علي يې پر دار وځړاوه، مخ يې ورته د فرات پر لور کاوه؛ خو بېرته به د قبلې خواته کېده او دا چې لغړ يې پر دار ځوړند کړى و، غڼو يې د عورت په شا و خوا کې ځالې جوړې کړې چې پټ شي.

وګورئ: تاريخ مدينة دمشق ١٩: ٤٧٩مخ.

له حرير بن حازم روايتوي: رسول اکرم مې په خوب کې وليد چې د زيد بن علي پر دار يې ډډه وهلې وه او وايي: له اولاد سره مې دغسې چلن کوئ؟!

وګورئ: تهذيب التهذيب، لابن حجر ٣: ٣٦٢مخ.

سيد اعلوم النبلا للذهبي ٥: ٣٩٠مخ.

په يعقوبي تاريخ (٢: ٣٢٦مخ) کې راغلي:

زيد بن علي يې تر وژنې وروسته پر يوه خره کوفې ته بار کړ او د هغه مبارک سر يې پر يوه لرګي وټومبه او بيا يې د هغه تنه او سر وسوځول او نيمه ايره يې په فرات کې او نيمه يې په کرنه وروشيندله. زيد پر ١٢١س شهيد شو.

[896] قرطبي وايي: ما ور دي په “ادب الدنيا والدين” کتاب کې ليکي: يوه ورځ “وليد بن يزيد بن عبدالملک” د خپلې راتلونکې په اړه په قرآن فال ونيو، چې دا آيت راغى:[ وَاسْتَفْتَحُواْ وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ(ابراهیم/۱۵) = اوهغوى (له خدايه پركافرانو) بريا غوښتې وه او(په پايله كې له حق سره) هر كينه كښ، سركښ ظالم ناکام شو]

نو قرآن يې په غشيو وايشت او څيرې يې کړ او ويې ويل: له کتابه.

“ايا ظالمان ګورې؟ نو زه هم له ظالمانو يم، چې د قيامت پر ورځ خپل پالونکي ته ورغلې، ورته ووايه، خدايه وليد څيري څيري کړم” تر دې پېښې وروسته څه لږه موده ژوندى و، تر دې چې په خورا ناوړ، وضع ووژل شو او سر يې پر وره وځړول شو.

[897] طبري له يعقوب بن سليمان څخه روايتوي: جمره يو عطر پلورې او د ابو جعفر منصور دوانيقي ځانګړې عطاره و،راته يې وويل: منصور د حج هوډ وکړ او زوى يې مهدي په “رى” کې و، منصور د مهدي مېرمن (ريطه) د ابوالعباس لور راوغوښته، خپل وصيتونه يې ورته وويل او د خزانو کونجي ګانې يې ورکړې او ټينګ قسمونه يې ورکړل، چې له دې زېرمو به ځينې نه پرانزې او بې له مهدي نور څوک پرې مه خبروه؛خو چې مړ شوم، منصور ټينګار کړى و، چې تر مرګ وروسته يې يوازې مهدي او ريطه (بې له دې چې درېيم تن خبر شي) يو ځاى زېرمې پرانزي، چې مهدي له رۍ څخه بغداد ته راستون شو،ريطه کونجي ګانې ورکړې او د زېرمو د پرانستو په اړه يې د منصور سپارښتنې ورته وويلې، چې منصور ومړ او مهدي خليفه شو. د خپلې مېرمنې په ملتيا يې د يوې زېرمې ورپرانست، ويې ليدل، چې په يوه لويه خونه کې د طالبييونو مړي پراته دي او د هر يوه په غوږ کې يو رقعه ځوړنده ده، چې نسب يې پرې ليکل شوى دى، په مړيو کې، کوچنيان، ځوانان او يو زيات شمېر بوډاګان وو. مهدي چې دا منظره وليده په فکر کې ډوب ولاړ او امر يې وکړ، چې يوه کنده وباسئ او دوى پکې ښخ کړئ او ورباندې يې هټۍ جوړې کړې. وګورئ: تاريخ الطبري ٦: ٣٤٣ مخ.

[898] شيخ صدوق په “عيون اخبار الرضا” (٢: ١٠٠مخ) کې له يوه بوډا عبيدالله بزاز نيشابوري روايتوي چې: له حميد بن قحطبه طايي طوسي سره مې يوه معامله وه،ورغلم او چې له راتلو مې خبر شو، نو د سفر جامې مې بدلې کړې نه وې چې يې راوغوښتم، چې دا مهال د رمضان مياشت او د ماسپښين د لمانځه وخت و، چې ورننوتم، په يوه کور کې مې وليد، چې وياله پکې روانه وه، تر سلام وروسته کېناستم، لوټه او چلمچي يې راووړل او خپل لاسونه يې ومينځل، بيا يې ماته وويل، چې لاسونه دې پرېمينځه، دسترخوان وغوړول شو، له ياده مې وتلي و، چې د رمضان مياشت ده او زه هم روژه يم، بيا مې راياد شو، چې روژه يم، نو له دسترخوانه پاڅېدم، حميد راته وويل: ولې يې نه خورې؟ ومې ويل: اميره، د رمضان مياشت ده او زه ناروغ نه يم او هغه پلمه هم نه لرم، چې روژه پرې ماته کم، ښايي امير به د روژې ماتو لپاره کوم دليل لري؟ په ځواب کې يې وويل: زه روغ رمټ يم او روژې ماتولو ته هم کوم دليل نه لرم، بيا يې وژړل. تر خوړو وروسته مې ورته وويل: ولې دې وژړل؟ ويې ويل: چې هارون الرشيد په طوس کې و، يوه شپه يې څوک راولېږه، چې امير دې غواړي، چې ورغلم، سر یې ښکته نيولى و او شمع ورته بله او لغړه توره يې په مخ کې و او يو خادم يې هم هلته ولاړ و، چې ودرېدم، سر يې راپورته کړ او ويې ويل: تر کومه بريده د امير المؤمنين منې؟ ومې ويل: په مال و ځان يې اطاعت کوم، کور ته د ستنېدو اجازه يې راکړه، څه وخت تېر نه و، چې بيا يې يو تن راولېږه، چې د امير درسره کار دى. له ځان سره مې وويل: خداى ته پناه وړم، ډارېږم، چې وژني مې او چې يې وليدم حيا يې وکړه، بياورغلم او چې ورته ودرېدم، ويې پوښتل: تر کومه بريده د امير اطاعت کوې؟ ومې ويل: په ځان، مال، مېرمن، اولادونو مې، په موسکا شو، او د بېرته ستنېدو اجازه يې راکړه، چې کور ته ننوتم، بې درنګه يې يو تن راولېږه،چې امير دې غواړي، ورغلم او د مخکيني حال په څېر وه، سر يې راپورته کړ او ويې ويل: تر کومه بريده د امير المؤمنين منې؟ ومې ويل: د ځان، مال، مېرمن او تر خپله دينه، ويې خندل او راته يې وويل: دا توره واخله او چې خادم درته هر څه وايي، وې کړه، خادم توره راواخسته او را يې کړه او زه يې يو قلف کور ته بوتلم، قلف يې پرانست، ومې ليدل، چې د کور په منځ کې يوه څاه او درې قلف کوټې دي، د يوې يې ورپرانست. شل تنه زاړه او ځوانان پکې په ځنځيرونو تړلي پراته وو. خادم وويل: امير المؤمنين امر کړى، چې ټول به وژنې او ټول علويان وو، يو يو يې راته راووست او د ټولو مې سرونه غوڅ کړل او خادم سرونه په څاه کې وغورځول. دويمه کوټه يې پرانسته، شل تنه د علي او فاطمې اولاده په ځنځيرونو تړلي پکې پراته وو، ويې ويل: امير المؤمنين امر کړى چې ټول ووژنه، په ټولو مې سرونه پرې کړل او خادم په څآه کې وغورځول. درېيمه کوټه يې پرانسته او شل تنه د علي او فاطمې اولاده پکې په ځنيځرونو تړلي پراته وو، راته يې وويل: امير هم د دوى د وژنې امر کړى دى، يو يو يې راوسته او سر مې ترې پرې کاوه، چې نولس تنه پوره شو؛ نو شلم يو بوډا و، چې راته يې وويل: “له کتابه عربي……!!!!!بې خبره! پر سر دې خاورې شه، چې د قيامت پر ورځ مې نيکه رسول اکرم ته ورشې؛نو څه به ورته لرې، حال دا چې د علي او فاطمې د اولادونو شپېته تنه دې ووژل!!لاس مې ولړزيد او غړي مې سست شول، خادم راباندې غوسه شو او د هغه د وژنې ته يې راوهڅولم، ورغلم او هغه مې هم وواژه او خادم په څاه کې وغورځاوه. نو ما چې دغسې ګناه کړې او د پېغمبر شپېته تنه اولاده مې وژلې؟ نو لمونځ او روژه مې څه پر درد خوري بې شکه، چې تل به دوزخي يم.

[899] ابو الفرج اصفهاني (مقاتل الطالبين: ٣٩٥ مخ) وايي: متوکل د ابي طالب له اولادې سره سخته کينه درلوده؛ نو ځکه توند ورسره چلېده او په يوه پلمه به يې تورناوه او له منځه به یې وړل. عبيدالله بن يحيى بن خاقان د متوکل وزير و، چې د آل ابى طالب په اړه يې بد نظر درلود، نو ځکه يې د دې کورنۍ په باب د متوکل ټولې ناوړه کړنې ښې ګڼلې؛ نو له همدې امله، د متوکل په زمانه کې چې اهل بيت څومره ځورول شوي، مخکې ترې نه وو ځورول شوي. يو جنايت یې دا دى،چې د امام حسين قبر يې ويجاړ او اثار يې له منځه يووړل او ټولې هغه لارې يې په وسلوالو بندې کړې،چې قبر ته یې ورتلې او که زايران به يې ونيول؛ نو متوکل ته يې بوتلل؛ نو يا به يې واژه او يا به يې د بدن کوم غړى ورڅخه پرې کاوه.ابن خلدون (تاريخ ٣: ٢٧٩ مخ) د متوکل په باب ليکي: متوکل په لومړۍ پړاو کې خپل زوى منتصر ځايناستى کړ؛خو وروسته پښېمانه شو او کينه يې ورسره پېدا شوه؛ ځکه خيال يې کاوه،چې منتصر غواړي، ويې وژني، چې ژر خليفه شي؛نو ځکه کله يې ورته منتصر او کله ورته مستعجل وايه.بلخوا منتصر، د علي (ک) په باب د خپل پلار پر دريځ او چلن نيوکه درلوده او چې پلار به يې خپل ملګري راټولول او د علي (ک) بد به يې ويل؛نو دوى به يې ګواښل او پلار ته يې ويل:علي (ک) د بني هاشمو دى او که ته ورسره کينه لرې او بد يې وايې، نو پخپله دا کار کوه، او دې نورو پستو او رذالو ته لار مه پرانېزه؛ نو ځکه متوکل، په منتصر په باب بې پرواو او خپل وزير عبيدالله ته يې وويل، چې ته هم راسره بې پروا چلېږه او څو ځل يې په وژنې او د ځايناستۍ په لرې کولو وګواښه.

[900] . ارمغان ٦٢٣مخ

[901] وګ: دلا ئل الصدق٦/١٣ .

[902] وګ: د امام احمد حنبل مسند.

[903] وګورئ :1_ مجمع البيان ؛ 3 او 4 ټوكونه،324 مخ . 2 _ تفسير الميزان ؛ 6 ټوك، 24_1 مخونه.3 _ تفسير نمونه؛ 4 ټوك، 422 مخ.4 _فخر رازي پخپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې ؛12ټوك 26 مخ.5 _بلاذري، انساب الاشراف؛ 2ټوك، 150مخ، 151 حديث (د بيروت لومړى  چاپ) 6_ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب ؛ 62 باب، 251 مخ. 7_ هيثمي ، مجمع الزوايد؛9ټوك، 134مخ.8 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 251مخ.9 _ الحمويني، فرائد السمطين؛ لومړى ټوك 191 او 193 مخونه، د بيروت لومړى  چاپ. 10 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل : لومړى  ټوك، 173 مخ، 231 حديث، لومړى  چاپ.11 _ ابن كثير پخپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې :2ټوك، 597 او 598 مخونه، د بيروت چاپ او همداسې وګورئ؛ البدايه والنهايه ؛ 7ټوك، 358 مخ، باب فضايل علي  .12 _ ابن مغازلي؛ مناقب ؛ 311 او 312 مخونه، 355 حديث.13 _ سيوطي ، الدرالمنثور ؛ 2 ټوك ، 322 مخ كې تر پورتني آيت لاندې  .14_ بيضاوي ، تفسير بيضاوي ؛ لومړى  ټوك، 272 مخ كې تر پورتني آيت لاندې .15_ زمخشري، كشاف؛ لومړى  ټوك، 649 مخ كې تر پورتني آيت لاندې .16 _ طبري، د طبري تفسير؛ 6ټوك، 288 مخ كې تر پورتني آيت لاندې .17_ متقي هندي ، كنز العمال ؛ 7ټوك، 305 مخ، لومړى  چاپ او بل چاپ؛ 6ټوك، 391 مخ . 18_ خوارزمي، مناقب امير المؤمنين؛ 187.]

[904] وګورئ : 1 _ سيوطي؛ الدرالمنثور تفسير : 2 ټوك، 327مخ كې تر پورتني آيت لاندې . 2 _ فخر رازي؛ كبير تفسير :3ټوك، 636مخ او په بل چاپ كې؛ 12ټوك ، 49مخ كې تر پورتنې آيت لاندې .3 _ حافظ ابن عساكر؛ امير المؤمنين من تاريخ دمشق : 2ټوك، 86مخ، 589 حديث .4 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 140مخ، 39باب او همداسې د همدې  كتاب د المناقب السبعون باب ؛ 283مخ، 56حديث .5 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل : لومړى  ټوك، 188 او 244 مخونه.6 _ ابوالحسن واحدي  نيشابوري؛ اسباب النزول : 150مخ.7 _ حافظ ابونعيم اصفهاني، “ما نزل من القران فى علي “؛ تر پورتني آيت لاندې .8 _ شهاب الدين الوسي شافعي، روح المعاني؛ 6ټوك،172 مخ او بل چاپ؛ 2ټوك، 348مخ. 9 _ ابن صباع مالکي ، فصول المهمه؛ 27مخ.10 _ قاضي شوكاني، فتح القدير؛ 3ټوك، 57مخ .

[905] (نهج البلاغه/١٩٢ خطبه)

[906] وګ :صحيح مسلم،اووم جز/١٢٢ مخ.

[907] . ارمغان ٦٢٣مخ

[908] وګ: صحيح مسلم،اووم جز/١٢٢ مخ.

[909] . ( ارمغان ٥ مخ)

[910] . (ارمغان٣٩٣مخ)

[911] .رئيس کرمي،سيدعلي،سيدجمال الدين اسدآبادي و همبستگي جهان اسلامي،٢٧ مخ .

[912] .افغانى،سيدجمال الدين،العروة الوثقى،د محمد عبده سريزه،١٣ مخ .

[913] .عبدالکريم بى آزار شيرازي،همبستگى مذاهب اسلامي،٣٤٥-٣٤٦ مخونه .

[914] .مرتضى رضوي،فى سبيل الوحدة الاسلامية،٦٤ مخ .

[915] .هماغه سرچينه .

[916] .محمد غزالي،دفاع عن العقيده و الشريعة،٢٥٧ مخ .

[917] .پخوانۍ سرچينه،٦٦ مخ .

[918] .امام خميني،رساله نوين،٢٦٥ مخ .

[919] .استفتائات از امام خميني،٢٢٨ مخ .

[920] .هماغه سرچينه ،٢٧٩ مخ .

[921] .امام خميني،رساله نوين،٢٦٥ مخ .

[922] .هماغه سرچنيه .

[923] .هماغه سرچينه .

[924] .محمد رضا حکيمي،شرف الدين،١٩٩-٢٠٠ مخونه .

[925] . النص و الاجتهاد،سريزه،١٤ مخ، له محمد رضا حکيمي،شرف الدين،٢٠٠ مخ نه په نقل سره .

[926] .محمد رضا حکيمي،شرف الدين،٢٠٥-٢٠٧ مخونه .

[927] .خراساني،واعظ زاده،زندگي آيت الله العظمى بروجردي،٣٩٠ مخ .

[928] .علي آقا نوري،امامان شيعه و وحدت اسلامي،٣٦٧-٣٦٩ مخونه .

[929] .متفق عليه دى .صحيح بخاري،کتاب الايمان،٢٥ مخ او صحيح مسلم،کتاب الايمان،٢٠ مخ له حضرت عمر بن خطاب نه يې رانقل کړى دى .

[930] .احمد او مسلم او ترمذي له حضرت عباده رانقل کړى دى .

[931] .صحيح بخاري او صحيح مسلم له حضرت عباده رانقل کړى دى .

[932] . حضرت بزاز له حضرت  ابن عمر نه رانقل کړى دى .

[933] .صحيح مسلم د ابومالک اشجعي له پلاره رانقل کړى دى .

[934] .صحيح احمد،بخاري او مسلم له حضرت ابن مسعود  څخه رانقل کړى دى .

[935] .احمد او مسلم له حضرت جابر نه رانقل کړى دى .

[936] .احمد او مسلم له حضرت عثمان نه رانقل کړى دى .

[937] .بقره/١٧٨

[938] .حجرات /٩

[939] .حجرات /١٠

[940] .دا متفق عليه حديث دى،چې بخاري د کتاب الايمان په ٦١٦٩ ګڼه او مسلم د نوموړي کتاب په ٦٥ ګڼه کې له حضرت جرير بن عبدالله له حضرت عمر رانقل کړى دى .

[941] .نساء/١٣٦

[942] . بقره/٢٨٦

[943] .احزاب/٥

[944] .بقره/٢٨٦

[945] .آل عمران/١٣٥

[946] .نساء/٩٣

[947] .مائده/٩٥

[948] .اسراء/١٥

[949] . وګ : ايثار الحق على الخلق ،٣٩٢-٣٩٤ مخونه .

[950] .بخاري،کتاب الصلاة،٣٩١ ګڼه .

[951] .صحيح البخاري،کتاب الصلاة،٣٩٣ مخ .

[952] .بقره/٢٨٦

[953] .دا حديث ابويعلي او طبراني رانقل کړى دى او سند يې صحيح دى . ابن حجر هم د مطالب العاليه د درېم ټوک په ٢٩٦ مخ کې صحيح ګڼلى دى .

[954] . وګ : المواقف او همداراز شرح يې اتم ټوک،٢٣٩ او ٢٤٠ مخونه .

[955] .الاقتصاد فى الاعتقاد،٢٢٣ او ٢٢٤ مخونه د بيروت د دارالکتب چاپ .

[956] .البحر الرائق٥/١٣٤ او ١٣٥ مخونه .

[957] .حاشية رد المختار ٣/٣٩٩ مخ د استانبول چاپ .

[958] .هماغه سرچينه ٣/٤٢٨ .

[959] .حجرات /٩

[960] .شاطبي،الاعتصام٣/٣٣ او ٣٥ مخونه ،د المنار چاپ .

[961] .تحفة المحتاج ٤/٨٤.

[962] .حجرات /٩

[963] .حجرات /١٠

[964] .مجموعة رسائل ابن تيميمه ٣/٢٨١ مخ .

[965] .نحل /١٠٦

[966] .السيل الجرار ٤/٨٠

[967] .قصص /٥٦ . (له السيل الجرار ٤/٥٨٤-٥٨٥ مخونو د نقل پاى)

[968] .ددې بيانيې او فتوا په دوام کې ښاغلي قرضاوي د د فتوا د فرهنګ او د فتا د شرايطو په باب له سلف صالح او سترو اسلامي علماوو نه خورا ارزښتمن ټکي او مطالب رانقل کړي دي،چې د مطلب د اوږدېدو په پار مو له راوړلو يې ډډه کړې ده او ګران لوستونکي کولاى شي،ددې فتوا د پوره متن د لوستو لپاره د “د اسلامي مذاهبو د پيوستون نړيوالې ټولنې” وېبپاڼې : “www.taghrib.ir” ته مراجعه وکړي .

[969] . ( ارمغان ٥ مخ)

[970] . (ارمغان٣٩٣مخ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست