تبلیغات

    د پېغمبر اكرم (ص) د مناظرو څو بېلګې   _ له پېغمبر اكرم سره د پينځو ډلو مناظره (1) د اسلام د پينځو مخالفو ډلو لارويانو (يهوديت، عيسويت، ماديت، مانويت او بوت پالونكيو) يو پينځه ويشت تنيز پلاوى وټاكه، چې د اسلام له پېغمبر (ص) سره به مناظره كوي. دوى په مدينه منوره […]

 

 

د پېغمبر اكرم (ص) د مناظرو څو بېلګې

 

_ له پېغمبر اكرم سره د پينځو ډلو مناظره (1)

د اسلام د پينځو مخالفو ډلو لارويانو (يهوديت، عيسويت، ماديت، مانويت او بوت پالونكيو) يو پينځه ويشت تنيز پلاوى وټاكه، چې د اسلام له پېغمبر (ص) سره به مناظره كوي.

دوى په مدينه منوره کې د خداى د ګران رسول حضرت محمد (ص)(ص) خدمت کې حاضر شول او ورنه چاپيره كېناستل د خداى ګران رسول هغوى ته په روڼ تندى د بحث د شروع اجازه وركړه.

يهودى ډلې وويل:

“موږه عقيده لرو چې حضرت عزير پېغمبر (2) د خداى زويي دى، راغلى يو چې په دې لړ کې له تاسو سره مباحثه وكړو كه په دى مباحثه کې موږ په حقه شو؛ نو تاسو هم زموږ عقيده ومنئ؛ ځكه چى په دې کې موږه له تاسو څخه مخکې شوى يو او كه ملګرى نه شوئ؛ نو بيا مجبور يو چې له تاسو سره مخالفت او دښمنى وكړو.”

د عيساييانو ډلې وويل:

“موږه عقيده لرو چى حضرت عيسى د خداى زويي دى او خداى له هغه سره يوځاى شوى دى. موږ اوس تا ته راغلى يو چې په دې باره کې درسره خبرې اترې وكړو. كه زموږ پيروى دې وكړه او زموږ عقيده دې ومنله نو موږ په دې عقيده کې له تا نه وړاندې يو او د مخالفت په صورت کې به په طبيعى توګه درسره مخالفت ته راپاڅيږو”

ماده پرستې (دخداى منكرى) ډلې وويل:

“موږه عقيده لرو چې نړى پيل او پاى نه لرى، لرغونى او هميشنى ده. په دې لړ کې د بحث لپاره راغلى يو كه له موږ سره په دې عقيده كې موافق يې؛ نو معلومه ده، چې وړومبيتوب له موږ سره دى. او كه نه؛ نو مخالفت مو كوو”

مانوى (دوه لمانځى) ډلې وويل:

” موږه عقيده لرو، چې دنيا دوه چلوونکې، تدبيروونکې او دوه مبداوى لرى. يوه مبداء نور (رڼا) دى او بله مبداء ظلمت (تياره) دى، موږه د مناظرې لپاره راغلى يو. كه په دې بحث کې زموږ د عقيدې ملګرى شوى چې البته برترې او وړاندې توب له موږه سره دى او د مخالفت په صورت کې به دې مخالف يو.”

بت پرستى ډلي وويل:

“موږه عقيده لرو چې زموږ بتان زموږ خدايان دى، راغلى يو چې په دې باب درسره بحث وكړو كه ستا عقيده له موږه سره يو شان وى؛ نو څرګنده ده چى وړومبيتوب له موږ سره دى او كه نه نو درسره دښمنى كوو”

د رسول اكرم ځواب

د خداى ګران رسول ړومبى په ټوليز او عمومى توګه داسې وويل:

(تاسو خپله عقيده څرګنده كړه اوس وار زما دى چى خپله عقيده درته واضحه كړم) “زه په يو، بى سارى او بې مثله خداى عقيده لرم او بغير له هغه نه د هر ډول معبود څخه منكريم. زه هغه پېغمبر يم چى خداى پاك د دنيا د ټولو خلكو لپاره استازى غوره كړى يم. زه د خداى پاك د رحمت زېرى وركونکې او د هغه له عذابه ويرونکې يم او د نړى ټولو خلكو ته حجت يم، خداى پاك ما د مخالفانو او دښمنانو له زيانه په امان کې ساتى”

بيا پېغمبر اكرم په ترتيب سره له هرى ډلې سره مناظره پيل كړه، چې لولو يې:

 

لومړى له يهودي ډلې سره مناظره

پېغمبر اكرم: ايا تاسو غواړىْ، چې زه بې دليله ستاسو خبرې ومنم؟

يهودى ډله: نه!

پېغمبر اكرم: په دې باب چې حضرت عزير د خداى زوى دى. ستاسو دليل او منطق څه دى؟

يهودى ډله: تورات په بشپړه توګه له منځه تلى و او چا يې د بيا ژوندى كولو وس نه لاره، عزير هغه راوژندى كړ؛ نو ځكه موږ وايو، چې د خداى زوى دى.

پېغمبر اكرم: كه دا منطق د حضرت عزير د خداى پاك پر زوى ولې دليل وى نو بيا خو حضرت موسى (چې تورات يې راوړى او ډېرى معجوزې يى لرلى او تاسو هم پرې اعتراف كوىْ) زيات حق لرى چې د خداى زوى يا له دې هم لوړ وى، نو بيا ولې د حضرت موسى په باره کې داسې عقيده نه لرىچې مقام يى ډېر لوړ و؟

نو ايا له زوى ولې نه ستاسو مراد دادى چې هغه د نورو پلرونو او زامنو په شان د واده او كوروالى له لارې زيږيديلى دى؟ په دى صورت کې تاسو خداى پاك مادى او محدود موجود ګڼلى؛ نو د دې خبرې لپاره بيا ضروري ده چې د خداى پاك لپاره هم يو پيدا كونکې تصور كړىاو هغه يو بل خالق ته اړ وګڼې

يهودى ډله: د عزير له زوى ولې او زيږيدنې نه زموږ مراد دا ندى، چې تا وويله، له دې مراده جهل او كفر څرګنديږى، بلکې زموږ مراد شرافت او درناوى دى. لكه زموږ ځينې عالمان چې يو ځانګړى شاګرد ته وايي: “اى زما زويه” يا “هغه زما زوى دى” نو معلومه ده چى دا زوى ولې د كوروالى او زيږون پر بنياد ندى؛ ځكه چې شاګرد خو يو پردى سړى دى او له استاذ سره څه خپلوى نه لرى. همدارنګ خداى هم د حضرت عزير د شرافت او درناوى په وجه هغه خپل زوى ګرځولې او موږ هم ورته له دى كبله د خداى زوى وايو.

پېغمبر اكرم: ستاسو ځواب هماغه دى چې مخکې مې دركړ، چې كه دغه منطق د دې سبب شى، چې موږ حضرت عزير د خداى پاك زوى وګنو؛ نو له هغه چا سره زيات ښايې چې له حضرت عزير نه لوړ دى، لكه حضرت موسى چې د خداى زوى وګڼو؛ نو خداى پاك كله كله انسانان د خپلو دلايلو او اقرار په ذريعه محكوموى.

ستاسو دليل او اقرار راښيئ، چې تاسو بايد د حضرت موسى په باره کې له حضرت عزير نه زيات څه ووايي، تاسو مثال وركړ او ومو ويل، چې يو مشر او استاذ خپل شاګرد ته چې ورسره هيڅ ډول خپلوى نه لرى د درناوى په وجه وايې: “اى زويه” يا “هغه زما زوى دى”؛ نو په همدې بنياد بيا دا روا وګڼئ، چې استاذ به له هغه نه بل ښه شاكرد ته ووايي: “دا زما ورور دى” او له هغه نه بل ښه ته به ووايې چې” دا زما استاذ او زما مشر دى” يا ” دا مې پلار او آغا دى ” يعنې هر څوك چې څومره زيات عزت او احترام لرى په لا ډېرو اوچتو تعبيرونو سره به ياديږى. په دې صورت کې تاسو دا روا وګڼې. چې وويل شى حضرت موسى د خداى پاك ورور يا استاذ يا مولا يا پلار دى، ځكه چې د حضرت موسى مقام له حضرت عزير نه لوړ دى.

اوس درنه دا پوښتنه كوم چې ايا تاسو دا روا ګڼېچې حضرت موسى د خداى پاك ورورو يا پلار يا تره يا استاذ يا مولا، يا مشر او….. دى او خداى پاك د عزت او درناوى له مخې حضرت موسى ته ووايې:”اى زما پلاره” “اى زمااستاذه” ، ” اى زما تره”، “اى زما مشره” او…..

د رسول اكرم د دغو پريكندو او مدللو خبرو په اورېدو سره د يهودو ډله له بحث نه پاتې راغله او يهوديان پداسې حال کې چى حيران او پريشان وو وويل:

موږ ته اجازه راكړه چى په دې باب کې غور او فكر وكړو.

دويم: له عيسايي ډلې سره مناظره

اوس وار د عيسايي ډلې راغى. د خداى ګران رسول هغوى ته مخ راوګرځو او ورته يې وويل: تاسو وايي چى قديم خداى پاك له خپل زوى حضرت عيسى سره يو ځاى شوى، ستاسو مطلب له دى خبرې نه څه دى؟

ايا له دې خبرې نه ستاسو مراد دادى چى خداى پاك له قديم (پخوانى) کېدو نه تنزل وكړ او راټيټ شو. او يو حادث موجود (پيدا شوى موجود) شو او له يو حادث موجود (حضرت عيسى) سره يوځاى شو. يا د دې په اپوټه (پرعكس) حضرت عيسى چې يو حادث او محدود موجود دى ترقى وكړه او له قديم پروردګار سره برابر او يو شو او كه له يوځاى کېدو نه ستاسو مراد د حضرت عيسى درناوى او شرافت دى؟!

كه ړومبى خبره ووايىْ؛ يعنې يو قديم وجود په يو حادث وجود بدل شى نو دا ناشونىه ده، ځكه چې له عقلي نظره دا ممكنه نده، چې يو ازلى او نا محدود څيز، حادث او محدود شى او كه دويمه خبره وكړىنو دغه هم ناشونىه ده ځكه چې له عقلي نظره يو محدود او حادث څيز پر يو نا محدود او ازلى څيز باندې بدليدل ناشونى دى.

او كه درېمه خبره وكړىنو معنايې دا شوه، چې حضرت عيسى هم د نورو بندګانو په شان حادث دى خو د خداى پاك په نزد د عزت او احترام وړ او يو ځانګړى بنده دى؛ نو په دې صورت کې به هم له قديم پروردګار سره د عيسى عليه السلام يوځاى کېدل او برابريدل ناشونى وى.

عيسايي ډله: خداى تعالى، حضرت عيسى ته يو لړ ځانګړتياوى وركړې او يو لړ معجوزې او عجيبه چارې يې د هغه په اختيار کې وركړى وې؛ نو په دې وجه يى خپل زوى غوره كړى دى او دا زوى ولې د هغه د عزت، احترام او شرافت په وجه ده.

پېغمبر اكرم: همدا مطلب مو له يهودې ډلې سره په خبرو کې وڅيړه او تاسو هم واورېد؛ نو كه داسې وى، چې خداى پاك حضرت عيسى د هغه د ځانګړتياوو او امتيازاتو په خاطر خپل زوى وګڼې نو هغه كسان چې له حضرت عيسى نه لوړ مقام لرى يا د هغه برابر دى؛ نو بيا پكار دى چې خپل، پلار، استاذ، تره او…. يې وګنې”

عيسايي ډلې ددغو خبرو په وړاندې هيڅ ځواب نه لاره او نژدى وه چې له بحث نه پاتې راغلى واې، يو تن پکې وويل: ايا تاسو حضرت ابراهيم د خداى دوست نه ګڼې؟

پېغمبر اكرم: هو ګڼو يى:

عيسايي: له همدې امله موږه هم حضرت عيسى د خداى زوى ګڼو، موږ ولې له دى عقيدى نه منع كوې؟

پېغمبر اكرم: دا دواړه لقبونه توپير لرى. د خليل كلمه په اصل لغت کې له “خله” (د ذره په وزن) اخستل شوې ده، چې معنايى شكر او نياز دى، دې ته په پام سره، چې حضرت ابراهيم خداى پاك ته ډېر متوجه و په عزت نفس سره يې له نورو نه ځان بى اړه ګاڼه د خداى پاك د درګاه فقير او حاجتمن و؛ نو ځكه خداى پاك خپل خليل وټاكه لكه تاسو حو اور ته د حضرت ابراهيم د غورځولو پېښى ته پام وكړىْ:

هغه يې چې د نمرود په حكم په منجنيق (مچوغنه، ټال)کې كينو چې اور ته يې وروغورځوى؛ نو حضرت جبراييل ورته راغى او ويې وويل:

خداى پاك ستا مرستى ته رالېږلى يم، حضرت ابراهيم ورته وويل زه له خداى پرته چاته ضرورت نه لرم، دهغه مرسته راته بس ده، هغه ډېر ښه ساتندوى دى. خداى پاك په همدي وجه هغه خپل خليل وباله، خليل يعنې د خداى فقير او محتاج او د خداى له مخلوقاتو نه پرې شوى.

او كه د خليل كلمه د “خِله” (د پله په وزن) له مادې وګڼو نو په دې صورت کې حضرت ابراهيم “خليل” و؛ يعنې د خلقت او حقائقو له اسرار او رازونو نه خبرو او داسې معنا له خالق سره د مخلوق د تشبيه او ورته والى سبب نه ګرځى.

له دى امله كه حضرت ابراهيم يوازې د خداى پاك محتاج نه واى او له رازونو خبرنه واى نو خليل به هم نه و، خو د پيدايښ او تناسل په موضوع کې د پلار او زوى تر منځ ذاتى اړيکې وى چى كه پلار زوى له ځانه وشړى او اړيکې ورسره وشلوى؛ نو بيا هم هغه د هغه زوى دى او د پلار او زوى ولې اړيکې لرى.

اوس كه ستاسو دليل همدا وى، چې څنګه حضرت ابراهيم د خداى پاك خليل دى؛ نو حضرت عيسى هم د خداى پاك زوى دى نو په دې توګه بيا ووايي، چې حضرت موسى هم د خداى پاك زوى دى؛ بلکې هماغه ډول، چې د يهودو دې ډلي ته مې وويل كه داسې وى چې د خلكو د مقام درجه د دغو نسبتونو سبب وګرځى نو بيا ووايئ، چې حضرت موسى د خداى پاك پلار، استاذ، تره، مشر او مولا دى……. خو هيڅ كله تاسو داسې نه وايى.

يو بل عيسايي وويل: په انجيل کې راغلى دى، چې حضرت عيسى وايي: ” زه د خپل پلار او ستاسو د پلار پر لور ځم” نو په دې عبارت کې حضرت عيسى خپل ځان د خداى زوى ښودلى دى!

پېغمبر اكرم: كه تاسو انجيل منىنو بيا د حضرت عيسى د دې وينا [زه د خپل پلار او ستاسو د پلار پر طرف ځم] له مخې ټول خلك د خداى پاك زامن ومنىْ، د دې خبرې مطلب دا شو چې زه هم د خداى زوى يم او تاسو هم. بل خوا دغه وينا ستاسو مخكنې خبره (چى حضرت عيسى يو لړ ځانګړتياوې، شرافت او احترام لرى نو خداى پاك ځكه د خپل زوى په توګه بللى دى) ردوى؛ ځكه چې حضرت عيسى په دې خبره کې يوازې خپل ځان د خداى پاك زوى نه ګڼې؛ بلکې ټول د خداى پاك زامن ګڼې.

نو له همدې امله زوى ولې د حضرت عيسى غير معمولې ځانګړتياوې کېداى نه شى؛ ځكه چى نور خلك هم سره له دې چې دغه امتيازات نه لرى د حضرت عيسى په وينا د خداى پاك د زامنو په ټوګه بلل شوى؛ نو هر مؤمن او خدا پرست ته ويلې شو چې” اى د خداى زويه!” تاسو د حضرت عيسى ويناوى نقلوىخو د هغه پر خلاف خبرې كوىْ.

تاسو ولې د “پلاراو زوى” كلمه چې د حضرت عيسى په خبرو کې راغلې ده د هغى د عامى معنې پر ځاى پر بله معنا اړوئ؟ کېداى شى له دې خبرې (زه د خپل پلار او ستاسو د پلار پر لور ځم) د حضرت عيسى مراد هماغه عامه معنا وى؛ يعنې زه دحضرت ادم او حضرت نوح (چى د ټولو پلرونه بلل کېږي) په لوري ځم او خداى پاك ما د هغوى په لوري بوځى-حضرت ادم او حضرت نوح زموږ د ټولو پلرونه دى؛ نو بيا ولې له ظاهري او حقيقي معنې نه لرى کېږو او نورى معناوى ورته راوړو.

عيسويان د خداى پاك د ګران رسول د خبرو تر اغېز ى لاندې راغلل او ويې ويل:

” موږ تر ننه پورې داسې څوك نه و ليدلى چې په دومره مهارت سره يې بحث او مجادله كړى وى؛ خو موږ ته لږ وخت راكړه چې په دې باب سوچ او فكر وكړو”.

 

درېم: د خداى له منكرې ډلې سره مناظره

له عيسويانو نه وروسته وار د خداى پاك د منكرانو يعنې ماده پرستو راغى دخداى پاك ګران رسول هغوى ته مخ راوګرځو او ويې ويل:

تاسو عقيده لرىچې كاينات پيل او ابتدا نه لرى او تر ابده پورې به همداسې وى؟

د خداى منكره ډله: هو، دا زموږ عقيده ده؛ ځكه چې موږ د دغو څيزونو لپاره حدوث (پيدا کېدل او ښكاره کېدل) او شروع نده ليدلى او همدارنګ مو ورته فنا او پاى هم نده ليدلې؛ نو ځكه وايو چې كاينات ابدى دى او وى به!

پېغمبر اكرم: زه له تاسو نه پوښتنه كوم، چې ايا تاسو د موجوداتو هميشوالى، تلپاتيينه او ابديت ليدلى دى؟ كه ووايْى ليدلى مو دى نو پكار دى چې تاسو په همدې عقل، فكر او بدنى توان سره په ازل او ابد کې واىاو د ټولو موجوداتو ازليت او ابديت مو كتلى واى او څرګنده ده چې داسې دعوا د واقعياتو او محسوساتو پر خلاف ده او د دنيا ټول عقلمن خلك تاسو په دې دعوه کې دروغجن بولې.

د خداى منكره ډله: موږ داسې عقيده نه لرو چې د موجوداتو ابديت او بقاء مو ليدلى وى.

پېغمبر اكرم: نو له همدې امله پكار دى تاسو يو اړخيز قضاوت ونه کړىْ، ځكه چى ستاسو د خپل اقرار مطابق، نه تاسو موجودات ليدلى او نه مو د هغو قديم کېدل او دغه شان نه مو د هغو بربادى او پاى ليدلې او نه مو بقاء؛ نو بيا څنګه يوه اړخيزه فيصله كوى او وايه چې د موجوداتو حادث کېدل او فنا کېدل مو ندى ليدلى؛ خو هغوى قديم او ابدى دى؟

(بيا پېغمبر اكرم له هغوى نه يوه پوښتنه وكړه چې د هغوى د عقيدى د ردولو په ترڅ کې دا ثابته كړى چې موجودات حادث دى) ويې ويل:

ايا تاسو شپه او ورځ وينىْ، چې تل په يو بل پسې ځى راځى؟

د خداى منكره ډله: هو

پېغمبر اكرم: آيا شپه او ورځ همداسې وينىچى تل له مخکې نه همداسې ده او په راتلونکې کې به هم همداسې وى؟

د خداى منكره ډله: هو

پېغمبر اكرم: آيا ستاسو په خيال امكان شته، چې شپه او ورځ يوځاى شى او ترتيب يې ګډوډ شى؟

د خداى منكره ډله: نه!

پېغمبر اكرم: نو بيا په دې صورت کې له يو بله بېل دى، كله چى د يو وخت ختميږى نو بل ورپسې راځى.

د خداى منكره ډله: هو، همداسې ده.

پېغمبر اكرم: تاسو په خپل اقرار سره دهغه څه د حادث کېدو فيصله وكړه، چې له ورځ او شپى نه مخکې و بې له دى چې ويې وينىْ، نو د خداى پاك له قدرته مه منكريږى(3) پېغمبر اكرم د خبرو په دوام کې وويل:

آيا ستاسو په عقيده شپه او ورځ پيلامه لرى يا نه لرى او ازلى دى؟

كه چېرې ووايْى، چې پيل لرى؛ نو زما مراد چې هماغه حدوث دى ثابتيږى او كه وايْى، چې پيل نه لرى نو دا خبره د دې تقاضا كوى چې آيا كوم څيز چې پاى ولرى شروع به ونه لرى؟ (4)

(يعنې كله چې شپه او ورځ د ختميدو له پلوه محدوده ده؛ نو عقل وايي، چې د شروع او پيل له پلوه به هم محدوده وى. د شپى او ورځې د خاتمې د محدوديت دليل دادى چې يو له بله جدا کېږي او اختتام ته رسى او بيا په يو بل پسې په نوې توګه راڅرګنديږى).

پېغمبر اكرم وفرمايل: تاسو وايْى، چې دنيا او نړى قديمه ده، آيا په دې عقيده مو ښه ځان پوه كړې دى او كه نه؟

د خداى منكره ډله: هو، پوهېږو چى څه وايو.

پېغمبر اكرم: آيا دا وينىچې د دنيا موجودات له يو بل سره اړيکې لرى او په بقاء او وجود کې يو بل ته ضرورت لرى، لكه څنګه چې په يوه ودانى کې د هغې اجزاء (لكه خاوره، شګه، كاڼى، خښتې، سيمټ او چونه) له يو بل سره تړلى او د ودانى (بلډنګ) د بقا لپاره يو بل ته ضرورت لرى.

هر كله چې د دنيا ټول څيزونه داسې وى نو بيا څنګه هغه قديم او ثابت ګڼلى شو كه په رښتيا دغه اجزاوى (چې له يو بل سره تړلى او يو بل ته ضرورت لرى) قديم وى نو كه حادث شوې واى؛ نو څنګه به کېدلى؟

د خداى پاك منكره ډله په ځواب کې پاتې راغله او د حادث کېدو معنا او اثار يې څرګند نه كړاى شول؛ ځكه هر كه څومره يى زور واهه چې حادث کېدنه معنا كړى نو هرومرو يې په همغو موجوداتو مطابقت كاوه، چې د دوى په عقيده قديم وو، له دې امله سخت پريشانه شول او ويې ويل: موږ ته موقع راكړه چې په دې باره کې ښه غور او فكر وكړو (5)

 

څلورم: له دوه لمانځو سره مناظره

اوس له مانويانو (يعنې دوه لمانځو) سره د مناظرې وار راغى چې عقيده يې لرله نړى د نور(رڼا) او (ظلمت) تيارى په نامه دوه مبداوى او مدبران لرى.

پېغمبر اكرم هغوى ته وفرمايل: تاسو له څه نظره دا عقيده لرىْ؟

دوه لمانځى: موږ وينو چې دنيا له دوو برخو نه جوړه ده يا خير او نېکى ده او يا شر او بدى. معلومه ده چې دا دواړه د يو بل مخالف دى نو موږ پر دى اصل باورى يو، چې هر يو بېل خالق لرى؛ ځكه چې يو خالق په خپلو کې دوه مخالف عملونه نه كوى. د مثال په توګه دا ناشونىه ده چې له واورى تودوخه او له اوره يخ او ساړه جوړ شى نو له دې امله مو ثابته كړه چې په كائناتو کې دوه لرغونى او پخوانى (قديم)خالقان دى، يو د رڼا او نور ( د نېکيو مبداْ) او بل د تياره او ظلمت (د بديو مبداْ).

پېغمبر اكرم: ايا تاسو دا منىْ، چې په كائناتو کې ډول ډول رنګونه لكه سپين، تور زيړ، شين او….. شته چې هر يو د بل مخالف دى؛ ځكه چې پدغو کې دوه رنګونه په يوځاى نه جمع کېږي. لكه څنګه چې ګرمى او يخنى دوه مخالف دى او ناشونىه ده چې په يوځاى کې جمع شى؟

دوه لمانځى: هو منو يى!

پېغمبر اكرم: نو بيا ولې د هر رنګ پر شمېر خدايانو عقيده نه لرىْ؟ ستاسو په عقيده خو هر يو مخالف څيزونه ځانته يو خالق لرى؟ نو پردې بنياد ولې د ټولو مخالفو څيزونو د شمېر هومره خدايان نه منىْ؟

دوه لمانځو د دغې غاښ ماتونكې پوښتنې ځواب نه درلود غلى شول په سوچ او فكر کې ډوب شول.

پېغمبر اكرم: د خپلو خبرو په دوام کې وويل:

ستاسو په عقيدى رڼا او تيارى څنګه خپلو کې لاسونه وركړل او يو شول، چى ټول كائنات وچلوى، پداسې حال کې، چې د رڼا طبيعت (صعود) پورته تګ او ترقى ده او د تيارى طبيعت تنزل او ښكته تلل دى، ايا دوه داسې سړى چې يو د لمر خاته او بل د لمر پريواته پر لور روان وى، ستاسو د عقيدى له مخې ممكنه ده چې په يو ځاى کې جمع شى؟

دوه لمانځى: نه امكان نه لرى.

پېغمبر اكرم: نو په دې بنياد رڼا او تياره چې دوه متضاد ليکې دى څنګه کېداى شى، چې په خپلو کې يو لاس شى او نړى اداره كړى ايا له داسې متضادو عواملونه كاينات رامنځ ته کېداى شى؟ په مسلمه توګه دا كار ممكن ندى؛ نو معلومه شوه چې دا دواړه (نور او ظلمت) مخلوقات دى حادث شوى دى او د قادر او قديم خداى تر تدبير لاندې دى.

دوه لمانځى د ګران رسول په ځواب کې لاځوابه شول، سرونه يې ځوړند كړل او ويى ويل موږ ته موقع راكړه ، چې په دې باب غور وكړو.

پینځم: له بوت لمانځو سره مناظره

اوس له بت پرستو سره د مناظرې وار راغى رسول الله هغوى ته مخ راواړو او ويى ويل:

تاسو ولې د خداى پاك له عبادت نه مخ ګرځولې او د دغو بتانو عبادت كوى؟

بت پرست: موږ د دى بتانو په وسيله خداى ته ځان نژدى كوو.

پېغمبر اكرم: آيا دا بتان اورى؟ او د خداى د فرمان اطاعت كوى اود هغه په عبادت لګيادى، چې تاسويې په احترام ګويا خداى ته ځان نزدى كوى؟

بت پرست: نه؛دوى اورېدونکې، د خداى پاك فرمان منوونکې او عبادت كوونکې ندى!

پېغمبر اكرم: آيا دا تاسو په خپلو لاسونو جوړ او توږلى ندى؟

بت پرست: هو،

پېغمبر اكرم: نو په دې بنياد خو د دى بتانو جوړونکې تاسو شوىپه كار ده چې دوى ستاسو عبادت وكړى نه چى تاسو د هغوى عبادت كوى او هغه خداى پاك چې ستاسو د چارو په انجام، مصلحتونو او ستاسو په وظائفو او مسووليتونو پوه او باخبره دى، نو بايد تاسې ته يې د بتانو د عبادت حكم كړى واى پداسې حال کې چې خداى پاك څه داسې حكم نه دى كړى.

كوم وخت چې د رسول اكرم خبرې دې ځاى ته راورسېدې نو د بت پرستو تر منځ اختلاف پيدا شو. او درى برخې شول

ځينو وويل: خداى پاك د هغو كسانو په څيرو کې حلول كړى او ننوتى، چې دا بتان يې د هغوى د څيرو په بڼه انځور كړى او د بتانو له لمانځنى زموږ مراد د هغو څيرو درناوى دى.

ځينو نورو وويل: دا بتان مو د پخوانيو پرهيزګارو او د خداى د اطاعت كوونكيو شخصيتونو له څيرو سره ورته جوړ كړى او د خداى پاك د تعظيم او درناوى لپاره د دوى عبادت كوو.

درېمې وويل: كله چې خداى پاك حضرت ادم پيدا كړ او پرښتو ته يې حكم وكړچې ادم ته سجده وكړىنو له موږ انسانانو سره دا وړ وو، چې ورته سجده وكړو؛ خو موږ په هغه وخت کې نه وو؛ نو ځكه هغه ته له سجدې بى برخې شول اوس مو د حضرت ادم څيره جوړه كړى او ورته د خداى پاك په درګاه کې د نزديكت لپاره سجده كوو او تېر محروميت جبران وو لكه څنګه چې پرښتو حضرت ادم ته په سجدى سره نزديكت حاصل كړ. دغسى تاسو، چې په خپلو لاسونو محرابونه جوړ كړى او له كعبې سره د يو شان والى په نيت په كې سجده كوى او كعبې ته د خداى پاك د تعظيم او احترام په نيت سجده كوىنو موږ هم د بتانو درناوى په حقيقت کې د خداى درناوى بولو.

رسول اكرم درې واړو ته وويل: تاسو ټول په ناسمه روان اوسئ او له حقيقته لرى ياستئ. او بيا په ترتيب سره يې ورته ځوابونه وركړل .

ړومبى برخې ته يى وويل:

تاسو وايى خداى پاك د هغو سړيو په بدنونو کې حلول كړى، د چا په شكلونو او څيرو کې چې دا بتان دى نو په دې وجه موږ د هغو سړيو په شكل دا بتان جوړ كړى دى او عبادت يې كوو، نو ستاسې په دې وينا خداى مو له مخلوقاتو سره يو شان ګڼلى او هغه ذات مو محدود اوحادث بللى دى. ايا د كائناتو خالق په يو څيز کې حلول كوى او هغه محدود څيز، لامحدوده خداى په ځان کې ځايولاى شى؟

نو په دې بنياد د خداى تعالى او هغو څيزونو تر منځ څه توپير دى، چې په اجسامو کې ننوزى لكه رنګ، بوى، خوند، نرمى، سختى، درناوى او سپكوالى؟

نو بيا د دغه بنياد له مخې څنګه وايي هغه بدن، چې حلول پکې شوى حادث او محدود دى خو هغه خداى، چې پکې په ځاى شوى قديم او نامحدود دى، په داسې حال کې، چې بايد د هغه پرعكس (اپوټه) وى؛ يعنې احاطه كونکې قديم وى او احاطه شوى حادث وې او دا څنګه ممکنه ده چې هغه خداى پاك چې تل د كائناتو له جوړيدو مخکې موجود و ځاى او مكان ته ضرورت ولرى او په هغه مكان (ځاى) کې ځان ځاى كړى؟

او ديته په پام سره، چې تاسو په موجوداتو کې د خداى پاك پر حلول عقيده لرى نو تاسې د خداى ذات د موجوداتو د صفاتو په شان حادث او محدود فرض كړ نو دا فرض د خداى پاك ذات بدليدونکې او زواليدونکې ګڼې؛ نو ځكه هر څيز، چې حادث او محدود وى هغه ته بدلون او زوال شته. او كه ستاسو دا باور وى، چې حلول د بدلون او زوال سبب نه ګرځى نو بيا خو د حركت، سكون او مختلفو رنګونو (لكه تور، سپين اوسور) په شان چارې هم د بدلون او زوال سبب وګڼې نو بيا ووايىْ، چې جائز دى د خداى پاك پر ذات باندې هر ډول حالات او واقعات راتلاى شى او په نتيجه کې خداى پاك د موجوداتو په شان محدود او حادث وبولې او د مخلوقاتو په څير يې وګڼې .

نو په شكلونو او څيرو کې د خداى پاك د حلول عقيده بې بنياده ده نو بت پرستى چې پر همدې عقيده ولاړه ده، هغه هم باطله او بى بنسټه ده.

د بت پرستو ړومبى برخه د رسول اكرم د دلايلو پر وړاندې په سوچ کې شوه او ويى ويل: موږ ته لږه موقع راكړه، چې په دې باره کې غور او فكر وكړو.

بيا پېغمبر اكرم د بت پرستو بلې برخې ته مخ راوګرځو او ويى ويل:

ما پوه كړىتاسو، چې د نېکو بندګانو د شكلونو او انځورونو عبادت كوى او په سجده پريوځى او خپل عزتمن مخونه پر ځمكه ږدى او تر وسى وسى عاجزى ښكاره كوىنو بيا مو د خداى پاك لپاره څه عاجزى پريښوده (يعنې سجده تر ټولو زياته عاجزى ده، تاسو چې دغو څيرو ته سجده كوى بيا نو څه پاتې شول، چې خداى پاك ته يى وكړئ) كه تاسو دا ووايىْ،چې خداى پاك ته هم سجده كوو؛ نو په دى صورت کې مو دخداى پاك او بندګانو د څيرو پر وړاندې عاجزى يو شانته وګڼله، نو آيا په ريښتيا د دغو بتانو تعظيم او درناوى د خداى پاك له تعظيم سره مساوى او يو شاندى؟

د مثال په توګه:

كه چيرې تاسو د يو لوى باچا او دهغه د نوكر دواړو يو شان احترام او تعظيم كوى نو آيا لوى شخصيت له وړوکې سره يو ډول ګڼل د لوى شخصيت سپكاوى ندى؟

د بت پرستو دويمه برخه: ولې نه همداسې به وى.

پېغمبر اكرم: نو په دې بنياد تاسو د بتانو په لمانځنى سره په حقيقت کې د خداى پاك د ستر مقام سپكاوى كوىْ.

هغوى هم د رسول اكرم د منطقي ويناوو پر وړاندې غلى شول او ويى ويل، چې موږ ته موقع راكړه چى په دې باب غور او فكر وكړو.

بيا پېغمبر اكرم د بت پرستو درېمې برخې ته وويل:

تاسو په مثال کې ځانونه له مسلمانانو سره تشبيه كړل، په دې بنياد، چې د بتانو پر وړاندې سجده د حضرت ادم يا بيت الله پر وړاندې دسجدې په شان ده؛ خو دا دواړه سره توپير لرى او پرتله کېداى نشى.

تفصيل يې دادى:

موږ پر يو خداى عقيده لرو زموږ مسووليت او كار د خداى پاك فرمانبردارى او عبادت دى داسې، چې څنګه هغه له موږه غوښتى وى او څنګه، چې هغه موږ ته حكم راكړى موږ هماغه شان عمل كوو بې له دې، چې له حدودو تېرى وكړو. موږ د هغه له حكم او اجازى نه بغير دهغه د فرمان او ماموريت له پولو نه تېرى نه شو كولاى، چې له خپله ځانه (په قياس او تشبيه سره) د ځان لپاره ذمه وارى او مسووليتونه وټاكو؛ ځكه چې موږ له ټولو اړخونو خبر نه يو (او له ځانه څه نه شو ويلې)، چې دا به خداى پاك غوښتى وى او يا نه هغه موږ له خپل حكم مخکې له فيصلى منع كړى يو هغه موږ ته حكم راكړى، چې د عبادت پر وخت كعبې ته مخ كړى؛ نو ځكه موږ د هغه د حكم اطاعت كوو او د هغه د حكم له حدودو نه اخوا ديخوا نه ځو. همدارنګ هغه موږ ته حكم راكړى، چې له كعبې نه لرى سيمو کې د كعبې پر لور مخ كړى؛ نو موږ هم د هغه په حكم عمل كوو او د حضرت ادم په باب خداى پاك حكم وكړ، چې پرښتې دى په خپله هغه ته سجده وكړى نه د هغه تصوير انځور او بت ته، چې له حضرت ادم نه پرته او بل څيز دى .

نو ځكه تاسې ته جائز ندى، چې د هغه شكل، خپله له هغه سره پرتله كړى؛ ځكه چې تاسو نه پوهېږى او کېداى شى خداى پاك له هغه څه نه، چې تاسو يې كوى راضى نه وى، ولې، چې تاسو ته يى د هغو اجازه نده دركړى.

د مثال په توګه: كه چيرې څوك په يوه ټاكلى ورځ تاسو ته خپل كور ته د ننوتو اجازه دركرى؛ نو آيا تاسې ته جائز دى، چې بې له هغې ورځې د هغه كور ته ورشى يا په هغه ورځ بل كور ته ورننوځىْ؟ يا يو سړى له خپلو جامو، مريانو يا څارويو څخه يوه جوړه جامې، يو مريى يا يو څاروى تاسو ته وبښى؛ نو آيا تاسو د هغه له اجازى پرته د هغه په نورو جامو يا غلام او يا حيوان کې تصرف كولاى شى؟

د بت پرستو درېمه برخه: نه زموږ لپاره جائز ندى؛ ځكه چې په يوه چاره کې يې موږ ته اجازه راكړى او دويمه کې نه.

پېغمبر اكرم: اوس ما ته دا ووايئ، چې ايا خداى پاك ډېر د عبادت وړ دى چې اطاعت يى وشى او د هغه له اجازه نه پرته د هغه په ملكيت کې تصرف وشى يا نور؟

د بت پرستو درېمه برخه: خداى د عبادت وړ دى چې اطاعت يې وشى او د هغه له اجازى نه بغير د هغه په ملكيت کې تصرف ونشى.

پېغمبر اكرم: نو بيا ولې تاسو له خپله ځانه بې له دې نه، چې خداى پاك درته څه حكم دركړى وى دغو بتانو ته سجده كوى.

د بت پرستو دغه برخه هم د خداى پاك دګران رسول له وضاحت او مدللو ويناوو پر وړاندې پاتې راغل او غلى كيناسته او ويې ويل: موږ ته لږ فرصت راكړه چى په دې باب غور او فكر وكړو.

امام جعفر صادق له دغو پنځو ډلو سره دپېغمبر اكرم د مناظرې له بيانولو وروسته وويل:

په خداى پاك مې قسم، چې رسول اكرم يې پېغمبرۍ ته غوره كړ درې ورځې نه وې تېرى، چې دغه پنځويشت تنه د رسول الله حضور ته راغلل او مسلمانان شول او په ډاګه يې وويل:

ما راينا مثل حجتك يا محمد نشهد انك رسول الله

“اى محمد! موږه هيڅ كله ستاسې د دلايلو په څير د چا دلايل نه دى اورېدلى موږ ګواهى وركوو، چې د خداى رسول او استازى يې” (6)

 

ياداښتونه:

1_ دا قصه له حضرت امام جعفر صادق نه نقل شوى چې اصلى راوى يې حضرت امام علي (ع) او متن يې په احتجاج طبرسي (1/16-26) کې راغلى دى.

2_ حضرت عزير له حضرت موسى نه وروسته د بني اسراييلو يو پېغمبر دى، چې پر بيت المقدس باندې د بخت النصر په بريد کې بني اسراييلو او (د عراق په حدود کې) بابل ښار ته سل كاله د بني اسراييلو په دعوت، تربيت او تبليغ بوخت و، تردى چې په 458ق م كال کې له يو شمېر بني اسراييلو سره اورشليم ته ولاړ او هغلته يې تورات كتاب او هغه تعليمات چې بني اسراييلو په كلى توګه هير كړى وو او څه اثر يې باقى پاتې نه و، بيا ژوندى او اصلاح كړل او بالاخره په 430 ق م كال کې يې له دنيا نه سترګى پټى كړى. له دى كبله چې يهوديانو او بني اسراييلو له هغه سره ډېره مينه لرله د هغه له وفات نه وروسته يې د هغه په باب ډېرې خبرې جوړې كړې ان تردې چې ويې ويل: هغه د خداى زوى دى خو دغه عقيده اوس پلويان نه لرى او ختمه شوې ده.

(3)_ مطلب دا چې د شپې او ورځې بېلتون اوجدايي ته په پام سره د هرې يوې له تېريدو نه وروسته هغه څه چې په وروسته وخت کې رامنځته کېږي او وړاندې کېږي حادث دى.

(4)_ يعنې دا د شپې ختميدل او د ورځې راتلل او د ورځې ختميدل او د شپى راتلل د دې خبرې دليل دى،چې داسې يو وخت هم و چې دا (ورځ او شپه) نه وو او حادث دى كه حادث نه وې نو په يو حال به وې

(5)_ د خداى پاك ګران رسول په دې مناظره کې ښه په قرارى طريقې او ورو، ورو په لاندې څلور بنيادونو هغوى پړه كړل:

الف_ ړومبى دا چې “نه موندل او نه ليدل دنه شتون دليل ندى” د حدوث نه ليدل پر ازليت باندې دليل کېداى نشى لكه څنګه چې د فناء نه ليدل پر ابديت باندې دليل کېداى نشى.

ب_کېداى شى چى موږ د فعلي حدوث له لارى د فعلي حدوث له يو ډول څخه پر غائب حدوث باندې استدلال وكړو، لكه دشپى او ورځ فعلي حدوث (يعنې نه وى او راځى)په تېر او راتلونکې کې د هغوى پر حدوث باندې ګواهى وركوى.

ج_ د حادث کېدو پر محدوديت حكم، كه څه هم پلويان يې زيات وى.

د_ د نړى د ټولو موجوداتو اجزاوى يو بل ته ضرورت لرى او د هغوى په خپلو کې اړيکې، دهغوى د حادث کېدو دليل دى؛ ځكه دا ناشونىه ده چې يو قديم څيز څه بل څيز ته ضرورت ولرى.

6_ طبرسي، احتجاج 1/16-24.

 

 

 

د قريشو له مشرانو سره د رسول اكرم مناظره

دا يوه عجيبه قصه ده، د هغې مناظرې واقعه ده، چې له پېغمبر اكرم سره د قريشو مشرانو كړى. (1)

يوه ورځ د خداى ګران رسول له يو شمېر مسلمانانو سره د كعبې شريفى په څنګ کې ناست وو او د قرآن مجيد د آيتونو په بيان، احكامو په ښودنې او روزنې بوخت وو د قريشو يو شمېر مشرانو، چې ټول مشركان او بت پرست وو (لكه وليد بن مغيره، ابوالبخترې، ابوجهل، عاص بن وائل، عبدالله بن خذيفه، عبدالله مخزومى، ابوسفيان، عتبه او شيبه….) په خپلو کې سلا مشوره وكړه او ويې ويل:

د محمد كار ورځ په ورځ پر مخ ځى نو پكار دى، چې ورشو او له رټنى وروسته ورسره مباحثه وكړو. او دهغه د خبرو په ردولو سره به د هغه بې بنياده خبرې د هغه ملګرو او اصحابانو ته ثابتې شى؛ نو كه پوه شول او له كږى لارى نه يې لاس واخست نو مقصد به مو حاصل شى او كنه په تورې به يې كار پاى ته ورسوو.

ابوجهل وويل: څوك به په تاسو کې زموږ استاذى شى، چې له محمد سره مناظره وكړى؟

عبدالله مخزومى وويل: زه حاضر يم

ابوجهل هم رضا شو او ټول رسول الله (ص) ته ورغلل .

عبدالله مخزومى خبرې په اعتراضونو او نيوكو پيل كړى او عيبونه يې لټول، چې خبره به يې خلاص شوه، نو بيا به ورته پېغمبر اكرم ويل نورې خبرې هم لرې؟ هغه به ويل: هو او دغه شان يې خپلو خبرو ته دوام وركړ، اخير، چې ستړى شو نو وېې ويل: بس همدومره خبرې دى كه څه ځواب يې لرې نو موږ ورته غوږ يو.

لس اعتراضونه دادى:

1_ ته د نورو خلكو په شان، خوراك څښاك لرى پېغمبرته پكار ندى، چې د نورو په شان څيزونه وخورى.

2_ ته ولې مال او دولت نه لرې ځكه، چې د خداى نمائنده د يو لوى باچا د نمائنده په شان بايد مال او دولت ولرى.

3_ بايد چې له تاسره يوه پرښته وې اوستا تصديق يې كړى وې، چې موږ هم هغه پرښته ليدلى وى، بلکې ښه خو داوه چې پېغمبر هم د پرښتو له جنسه وې .

4_ پر تا باندې سحر او جادو شوى او د هغوى پر څير يي چې جادو ورباندې شوى وى؟

5_ قرآن ولې پر “وليد بن مغيره مکى” يا “عروه طائفى” په شان مشهورو شخصيتونو باندې نازل نه شو؟

6_ موږ به پر تا هله ايمان راوړو، چې په دې سخته او د كانكرو پر ځمكه د اوبو چينه راوباسى او د كجورو او انګورو باغ جوړ كړې، چې له چينى يې اوبه وڅښو او له باغه يې ميوې وخورو .

7_ يا اسمان د تورو وريځو په شان پر موږ راوغورزوى.

8_ يا خداى او پرښتې راته ښكاره كړى، چې ويې ووينو.

9_ يا له سرو زرو نه ډك كور ولرې!

10_ او يا پاس اسمان ته ولاړ شې او له خدايه موږ ته ليك راوړې چې ويې لولو (يعنې خداى پاك مشركانو ته يو ليك وليكي، چې حضرت محمد (ص)زما پېغمبر دى او پيروى يى وكړى)

خو د دغو كارونو ترسره كولو ورورسته هم درسره لفظ او قول نه كوو دا چى راته د زړه اطمينان هم حاصل شى، چې ته د خداى پېغمبر يې، ځكه کېداى شى، چې دا كارونه د سحر، جادو او نظر بندى له مخې وى.

د مشركانو نيوكو ته د رسول اكرم ځواب

   حضور پاك د دغو خبرو له اورېدو نه وروسته عبدالله مخزومى ته وويل:

1_ د خوراك څښاك په باب بايد پوه شئ چې د هر څه صلاح او اختيار د خداى پاك په لاس کې دى او هر ډول، چې وغواړى حكومت كوى او چا ته جائز ندى، چې پر هغه ذات باندې څه اعتراض وكړى هغه څوك فقير كوى، څوك غنى كوى، ځينې محترم او درانه ګرځوى او ځينې خوار او سپكوى، چاته روغه سټه وركوى او ځينې په ناروغى اخته كوى (البته دا هر څه د انسان خپل لياقتونه دى) په دې توګه پدغو کې هيڅوك پر خداى پاك باندې اعتراض او له هغه نه ګيله نشى كولاې.

نو دغه شان د نبوت او رسالت په باره کې هم د خداى پاك حكم ته غاړه کېږدىاو پلمې مه كوىْ.

2_ ستاسو دا خبره، چې وايى” ولې مال او دولت نه لرم؛ ځكه، چې بايد د خداى پاك استازى هم د روم او ايران د باچايانو د استازى په شان مقام، مال او دولت ولرى؛ بلکې خداى پاك ته خو په كار دى، چې له باچايانو نه زيات دې موضوع ته پاملرنه ولرى”؛ نو پوه شى چې تاسې پر خداى تعالى اعتراض كوى، چې دا بى ځايه او بې بنياده اعتراض دى؛ ځكه چې خداى پاك عالم او باخبره دى او په خپلو كارونو او تدبيرونو کې چې څنګه مصلحت وګڼې هماغه شان عمل كوى، بې له دي، چې د چا خوښه وى؛ نو لازم نه دى، چې خداى پاك د خلكو له چارو سره پرتله كړىاو د پېغمبر د رالېږلو مقصد دادى، چې خلك خداى پالنى ته راوبولې، پېغمبر ته لازم دى، چى شپه او ورځ د خلكو په هدآيت بوخت وى كه چيرې پېغمبر (د مستكبرانو د مقام، مال و دولت په شان) مقام او دولت لرلاې نو عامو او غريبو خلكو به په آسانى سره له هغه سره اړيکې نه شوى پيدا كولاې؛ ځكه سرمايه دار سړى، چې په لوړو بنګلو او ماڼيو کې اوسيږى؛ نو دا د هغه او د غريبو او خوارى كښو تر منځ فاصله او جدايي جوړوى او د عام خلكو ورتګ ورته ګران وى، نو په دى توګه د بعثت مقصد نه حاصلېږى او د پېغمبر ښوونه او روزنه پر ځاى په ټپه دريږى او د نبوت معنوي مقام د ظاهري مقام د ككړتيا له وجهې برباديږى. او چې كله يو باچا او مشر ځان له عوامو نه لرى وساتى نو د هيواد او سيمې نظم و نسق ټول ګډوډ شى او په ناپوهه او بيچاره عوامو كې فتنه او فساد ورګډيږى او بله دا چې ما ته خداى پاك مال، دولت او مقام ندى راكړى، چې تاسو پر خپل توان او طاقت پوه كړى، خو په عين حال کې خداى پاك د خپل پېغمبر مرسته كوى او پر خپلو ټولو دښمنانو يې بريا په برخه كوى او دا پخپله د پېغمبر د پېغمبرى د ريښتينولې دليل دى، چې دخداى پاك د قدرت اوستاسو د ناتوانى ښودنه كوى (چې خپل پېغمبر بې له مال، دولت او فوځ نه پر تاسو بر لاس كوى) ډېر زر به ما خداى پاك پر تاسو باندې بريالى كړى تاسو زما د نفوذ، اثر او رسوخ مخنيوې نشى كولاى او نه مې وژلاى شى او زه په نزدى راتلونکې کې پر تاسو غالبيدونکې يم، ستاسو ټول ښارونه به زما په اختيار او كنتترول کې شى او ټول مخالفين به مؤمنينو ته تسليم او شىْ.

3_ او تاسو، چې دا وايى” لازم دى چى له ماسره يوه پرښته واې او تاسو ليدلې واې او زما تصديق يې كړى واې، بلکې پكار دى، چې پېغمبر پخپله له پرښتو څخه وى” نو پوه شىْ، چې پرښته د هوا په شان يو لطيف او نازك بدن لرى او ليدل کېداى نشى او كه فرضاً ستاسو د ليدو توان زيات شى او پرښته ووينى؛ نو وبه وايىچې دا انسان دى نه پرښته! (يعنې د بشر په بڼه به وى)، چې له تاسو سره يې رابطه پيدا شى، خبرې وكړى او تاسو دهغې په خبرو او مقصد باندې پوه شىْ، بې له دى لارى به تاسو څنګه پوه شىْ، چې دا پرښته ده، نه انسان او څه چې وايي حق دى.

خداى پاك خپل پېغمبر له يو لړ معجزو سره لېږى، چې نور خلك له هغو څخه عاجز وى او همدا د پېغمبر د ريښتنولې نښه ده؛ خو كه له پرښتى نه يو لړ معجوزې څرګندې شى؛ نو څنګه به پرې پوه شئ، چې هغى پرښتى داسې معجوزى وكړى، چې نورې يې نه شى كولاى؟ نو ځكه پر خپل نبوت باندې له خپلو معجزو سره د پرښتى دعوه د هغې د دعوې په ريښتنولې دلالت نه كوى؛ ځكه، چې د پرښتو معجزه د مرغانو د الوت په شان ده، چې انسان ترې عاجز دى، خو په عين حال کې د پرښتو پخپل منځ کې بيا معجزه نده؛ خو كه يو انسان د مرغه په شان والوزى نو معجوزه ده.

او له دى مطلبه هم سترګى پټې نه کړىْ، چې له انسانانو نه د پېغمبر ټاكنه پر تاسې باندې د اسانى لپاره ده، چې بې له څه زحمته له هغه سره رابطه وكړاې شى او هغه هم خپل حجت او برهان تاسو ته در ورسولې شى.

پداسې حال كښي چې تاسو په خپلو اعتراضونو سره ځان ته سختى پيدا كوى، چې په دى طريقې څه حجت او برهان نه پوره کېږي.

4_او بله دا، چې وايى” په ما كوډې او جادو شوى دى” نو زما په اړه دا ويل څنګه صحيح کېداى شى، چې زه همدا اوس په عقل او پوهې کې له تاسونه ښه يم ما ډېره موده ستاسوپه منځ کې تېره كړه، له شروع نه تر اوسه پورې مى څلويښت كاله په تاسو کې تېر كړل، چې په دې موده کې تاسې په ما کې لږه غوندى خطا، تېروتنه، دروغ، خيانت او زما په خبرو او نظرياتو کې څه لږ شانته كمزورى ليدلې؟ نو آيا يو څوك، چې په تاسو کې يې دومره موده په خپل وس او طاقت يا د خداى پاك په توان او طاقت سره د ريښتنولې او امانت په لاره کې قدم اخستى وى، د هغه په اړه داسې ويل ښه كار دى؟ له همدې وجهې خداى پاك ستاسو په ځواب کې وايې:

   انظر كيف ضربوا لك الامثال فضلوا فلا يستطيعون سبېلا.

“(اى رسوله) پام وكړه، چې مشركان ستا په باره کې څه ډول خبرې او مثالونه راوړى دوى په كږه لاره روان دى او د سمى لارى د موندلو توان نه لرى” (سوره احزاب 48 آيت).

5_ او دا چې مو وويل:”قرآن مجيد ولې د وليد بن مغيره مکې او يا د عروه بن مسعود طائفى په شان پر مشهورو شخصيتونو باندې نازل نه شو”؟ نو ضرور دى ټکې ته پام وكړى،چې دخداى پاك په نزد مقام او مشهورتيا لږ غوندې ارزښت او اعتبار هم نه لرى او كه چېرې د دنيا مزو چرچو او (مادى) نعمتونو د خداى پاك په نزد د مچ د وزر هومره ارزښت لرلاى؛ نو له هغو څخه به يې يوه ذره هم كافرانو او مخالفانو ته نه واې وركړې. دا، چې ټول ويش د هغه (پاك خداى) لخوا دى نو بيا هيڅوك په دې لړ کې د ګيلې او اعتراض حق نه لرى، خداى پاك خپل نعمتونه او بخششونه په خپله خوښه او له مصلحت سره سم پر خپلو بندګانو ويشى يې له دي، چې له چا ويره ولرى. دا خو تاسو ياستى، چې په خپلو اقداماتو او كړو کې د مختلفو اړخونو خيال ساتى او كارونه د هوا او هوس او د وګړيو د مقامونو مطابق ترسره كوى او دحقيقت او انصاف پر خلاف د خاصو كسانو بې دليله احترام او درناوى كوى، چې پر غلطو لارو سر اوسى؛ خو د پروردګار كارونه د حقيقت او انصاف پر بنياد دى او د هغه په اراده او خوښه کې د دنيوې رتبې، مقام او نوم لږ غوندې اثر او اغېز ه هم نشته. داتاسو ياستى، چې د سطحى او ظاهري نظر له مخې سرمايه دار، ماړه او مشهور كسان د پېغمبرۍ دمقام لپاره له نورو نه زيات لائق او ښه ګڼې؛ خو پروردګار رسالت د اخلاقى فضائلو، روحى او معنوي وړتياوو، حقيقت، اطاعت او د خلكو د خدمت پر اساس را منځ ته كړى دى.

له دى مخکې، مې وويل خداى پاك په خپلو كارونو کې خپلواكه دى، داسې نده، چې چاته يې د دنيا له مالونو څخه څه نعمت او ظاهري شخصيت وركړ نو مجبور دى، چې د نبوت رتبه هم وركړى. لكه خداى پاك، چې يو ته مال او دولت وركړ؛ خو ښايست او ښكلا يې نده وركړې او د دې په اپوټه (پرعكس) يې يو چاته ښايست اوښكلا وركړې وى خو مال او دولت يې نه وى وركړى، ايا په دوى کې څوك پر خداى پاك اعتراض كولې شى؟ (2)

6_ اوتاسو بله خبره كوى،چې “تاسو به ايمان رانه وړى مګر دا چې په دې سخته او له كاڼو او كانكرو نه په ډكه زمكه کې د اوبو يوه چينه جارى كړم”

   ستاسو دا غوښتنه د ناپوهۍ او بى خبرۍ له مخې ده؛ ځكه چې د مکې په ځمكه کې د اوبو د چينې جارى كول او د باغ جوړول د پېغمبرى له مقام سره هيڅ تعلق او اړه نه لرى. لكه څنګه چې تاسو په طائف کې اوبه او باغونه لرى خو له دې سره سره د پېغمبرۍ دعوى نه كوى او همدارنګ داسې نور خلك پېژنى، چې په خورا زيار سره يې چينې، باغونه او پټى جوړ كړى دى خو بيا هم د نبوت دعوى نه كوى نو له همدې امله دا ډول كارونه يوه عامه چاره ده او كه ما هم داسې وكړل؛ نو هغه به زما د رسالت پر مقام باندې څه دليل او حجت نه وى.

ستاسو دا غوښتنه داسې ده لكه، چې ووايىْ:”موږ به پر تا ايمان رانه وړو مګر دا چې د خلكو په مخکې وګرځې او ډوډى وخورې. او كه چېرې زه د خپلى پېغمبرى دثابتولو لپاره په دى چارو تكيه وكړم؛ نو خلك به تېر باسم او دهغوى له ناپوهۍ او بى خبرۍ نه به ګټه واخلم او د نبوت مقام به مى پر چل ول بنا كړى وى حال دا، چې د نبوت مقام له دوكې، تېرايستنى او چل وله پاك دى.

7_ او تاسو چې وايه ” اسمان راباندې د تورو وريځو په شان راوغورزوې” نو پوه شىْ، چې د اسمان راغورزيدل دهلاكت سبب دى، پداسې حال کې، چې د پېغمبرى او بعثت مقصد د سعادت او نېکمرغى پر لور د خلكو لارښوونه ده او همدارنګ هدف يې خلكو ته د پروردګار د عظمت د نښو نښانو ښودل دى. او څرګنده ده، چې د حجت او برهان ټاكل د خداى پاك په اختيار کې دى اوپه دې باره کې چاته حق ندى وركړل شوى؛ ځكه کېداى شى، چې خلك د خپل فکري نيمګړتيا په بنياد داسې غوښتنى وكړى، چې پوره كول يې د ټولنې د نظم او مصلحت پر خلاف وى؛ ځكه هر څوك چى د خپل هوا او هوس له مخې د يو څيز غوښتنه كوى؛ نو معلومه ده، چې د ټولو خلكو د غوښتنو پوره كول د نظم د ګډوډى باعث ګرځى.

ايا تاسو داسې طبيب ليدلى دى، چې د بيمار د علاج په وخت داسې نسخه وليکې، چې د ناروغ په خوښه وى او يا څوك، چې دعوا لرى؛ خو د خپلې دعوا دثابتولو لپاره داسې دليل راوړى، چې د دعوا منكريې خوښوى؛ نو سمه ده كه يو معالج طبيب د بيمار په خوښه نسخه وليکې؛ نو بيمار به شفا ونه مومى او همدارنګ كه يو مدعى مجبور شى، چې د خپل مخالف له خوښى سره سم مطابق دليل راوړى؛ نو په دې صورت کې هيڅوك پر يو بل باندې حق ثابتولې نه شى او مظلوم او ريښتونى وګړى به دظالمو او دروغجنو پر وړاندې د خپلو دعواوو په ثابتولو کې پاتې راشى.

8_ او تاسو، دا وايى:” چې خداى پاك او پرښتى تاسو ته حاضرې كړم، چې ويي وينىْ” دا خبره خو بلكل بى بنياده ده او اصلاً ممكنه نده، ځكه خداى پاك له هغه صفته، چې د كتل کېدو باعث يى شى او هم د مخلوقاتو له هر ډول صفتونو ځنى پاك او منزه دى. تاسو خداى پاك له دغو بتانو سره (چې عبادت يې كوئ) تشبيه كوىْ؛ نو ځكه خو داسې غوښتنى كوىدغه بتان خو ډېرى نيمګړتياوى لرى او د دى ډول غوښتنو لپاره وړ دى، نه خداى پاك.

بيا پېغمبر اكرم عبدالله مخزومى ته يو مثال وړاندې كړ:

آيا ته په طائف او مكه کې باغونه، زمكې او ملكيت لرې؟ او دچارو د سمون او څارنې لپاره دې ورته نماينده ټاكلى ؟

عبدالله مخزومى: هو

پېغمبر اكرم: آيا باغ او ملكيت ته خپله ورځې كه د نماينده له لارى يې پر چارو څارنه كوى؟

عبدالله مخزومى: د خپل ناظر او نمائنده په ذريعه.

پېغمبر اكرم: كه چيرې نمائنده زمكه اجاره وركړى يا يو جنس ترې خرڅ كړى؛ نو آيا دنورو لپاره دا روا ده، چې پر هغه اعتراض وكړى او ووايي، چې بايد پخپله له مالك سر نيغ په نيغه رابطه ونيسئ او موږ به هغه وخت ستا نمايندګى ومنو، چې مالك په خپله راشى او ستا د خبرو تصديق وكړى.؟

عبدالله بن مخزومى: نور كسان داسې اعتراض نه كوى.

پېغمبر اكرم: البته لازم دى، چې ستا له نماينده سره داسې يوه څه نښه وى، چې دا ترې ثابتيږى، چې په رښتيا هغه ستا نمائنده دى. اوس، مې پوه كړه هغه نښه به څه وى، چې د هغه د نمايندګى تصديق وكړى، ديته په پام سره، چې هغوى نمائندګى بې له څه نښې نه منى.؟

عبدالله مخزومى: حتماً لازم دى، چې يوه نښه ولرى.

پېغمبر اكرم: كه چېرې خلك د هغه ريښتونې نښه ونه منى نو آيا نماينده حق لرى، چې مالك ورته حاضر كړى او پر مالك دا ذمه وارى او مسووليت واچوى، چې حتماً بايد پخپله حاضر شى؟ آيا په رښتيا به يو هوښيار او عاقل نماينده دخپل مالك لپاره دا مسووليت لازمي كړى وى؟

عبدالله مخزومى: نه، هغه ته په په كار دى، چې د خپل ماموريت او نمايندګى مطابق كار وكړى خپل مالك ته د څه حكم وركولو حق نه لرى. (3)

پېغمبر اكرم: اوس چې زه وايم، نو تاسو ولې د خداى پاك دنمائنده (رسول) په باره کې دا ډول ذمه وارى او مسووليت تجويز كوىْ، چې خپل مولا او مالك درته حاضر كړى؟

زه تر رسول او نمائنده زيات څه نه يم، زه څنګه كولاى شم، چې خپل مالك (الله پاك) ته حكم وكړم او هغه ته مسووليت په نښه كړم په داسې حال كې، چې خپل مالك ته حكم كول د رسالت له دندو پر خلاف دى.پر همدې بنياد (د پرښتو د حاضرولو په شمول) ستاسې د ټولو پوښتنو ځوابونه روښانه شول.

9_ او بله دا خبره كوې، چې”د سرو زرو يو كور ولرم” نو دا خبره موهم بى بنياده؛ ځكه چې مال او سره زر د رسالت له مقام سره هيڅ اړه نه لرى آيا (مثلاً) د مصر باچا چې له سرو زرو نه ډك كورونه لرى نو د نبوت دعوا كولاى شى؟!

عبدالله مخزومى: نه

پېغمبر اكرم: نو بيا زما سره زر لرل هم زما د پېغمبرۍ په ريښتينولې څه دلالت نه لرى او زه نشم كولي، چې له دې لارې د خلكو له ناپوهى نه ګټه واخلم او د خپلى معجوزى د ثابتولو لپاره د خداى پاك د حجتونه پر ځاى له بى ځايه دلايلو كار واخلم.

10_ او دا چې دى وويل”لازم دى، چې پاس اسمان ته ولاړ شم او له خداى پاك نه تاسو ته يو ليك راوړم” نو ستاسو له دغې خبرې معلوميږى، چې د حق منلو ته تيار نه اوسئ ولې، چې وايه يوازې اسمان ته په تلو صبر نه كوو؛ بلکې لازم دى، چې د خداى پاك لخوا يو ليك هم راوړم؛ خو دا منلې شوى خبره ده، چې كه ليك مې هم راوړ؛ نو بيا به مى هم نه منى او تاسې په څرګنده وويل، چې كه دغه ټول كارونه ترسره كړى؛ نو بيا هم ايمان نه راوړو؛ خو پوه شىْ، چې د دى ضديت او دښمنى نتيجه به د عذاب او مصيبت نازليدل وى او تاسو به پر دې پروګرام سره د ا لهى عذاب حقدار او مستحق ياستى ستاسو د ټولو پوښتنو ځواب د خداى پاك په دى وينا كې رالنډوم چې: “كهف 110-فصلت 6: زه هم ستاسو په شان بشر يم او د خداى پاك لخوا ماموريت لرم، چې د خداى هغه احكام بيان كړم” زما نښه هماغه څه (قرآن او معجوزى) دى چې خداى پاك راته راكړى او زه خداى پاك ته حكم نشم كولاى او نه ستاسو د (بى ځايه) غوښتنو د پوره کېدو لپاره هغه مسووليت ته اړكولاى شم.

 

د ابوجهل غوښتنه

   ابوجهل وويل: مګر داسې نده، چې څنګه ته خيال كوې، د موسى قوم وغوښتل، چې موسې دې هغوى ته خداى وښيئ؛ نو خداى پر هغوى عذاب نازل كړ او په تندر يې وسوځول؟

پېغمبر اكرم: ولې نه، همداسې ده.

ابوجهل: موږ د موسى تر قومه اوچته غوښتنه لرو موږ وايو هيڅ كله به درباندې ايمان رانه وړو خو دا چې خداى او پرښتى حاضرې كړى؛ نو په دې خداى ته ووايه، چې موږ وسيځى او ختم مو كړى.

پېغمبر اكرم: آيا دحضرت ابراهيم داستان مو ندى اورېدلې، چې د ملكوت مقام ته ولاړ او خداى پاك د هغه د سترګو نظر دومره تيز كړ، چې پر ځمكه ېې د خلكو پټ او ښكاره كارونه ليدل، په دى ترڅ کې يې يوه ښځه او سړى وليدل، چې زنا يې كوله، هغه ورته ښيرى وكړې او هلاك شول.

دغه شان يو بل سړى او ښځه يي هم پر دې حال وليدل او هغوى ته يې هم ښيرا وكړه او هلاك شول خداى پاك ورته وحى وكړه، چې ښيرى مه كوه د دنيا اختيار زما دى نه ستا، ګناهګار بندګان در ىحالته لرى:

الف_ توبه باسى او زه يې بښم

ب_ د هغه په راتلونکې نسل کې يو شمېر مؤمنان وى، چې هغه ته د هغه د مؤمن نسل په خاطر موقع وركوم اوبيا پرې عذاب رالېږم او له دى دوو بڼو نه بغير؛

(ج_) د هغوى لپاره مى ستا له تصوره اوچت ډېر لوى عذاب ساتلى دى…..

اى ابوجهله! له همدې امله خداى پاك تا ته موقع دركړى، چې ستا په نسل کې به د “عكرمه” په نوم يو مؤمن پيدا کېږي. (4)

||||

ومو ليدل چې په مناظره كې د پېغمبر اكرم د بحث مقابل لوري سخت او ضدى دښمنان وو، رسول اكرم په زغم د هغوى خبرو ته غوږ ونيو او په خورا وقار يې ځوابونه وركړل او په آزاد بحث کې يې په سمو دلايلو او غوره طريقه سره پرهغوى حجت تمام كړ، چي همدا د اسلام اخلاقى او منطقي دود دى .

ياداښتونه:

1_ د قرآن مجيد په سوره فرقان (7 آيت)، سوره اسراء(90-95 آيتونه) او سوره زخرف (31 آيت) كې دې كسى ته اشاره شوې ده.

2_ دلته حضرت امام حسن عسكري وويل، چې د رسول الله دا وينا د سوره زخرف د 32 آيت مضمون ته اشاره ده.

3_ اوس زموږ په دور كې هم دا خبره ډېره نامعقوله ده چې خلك دې له يو افسر، وزير، والى (ګورنر) او داسې نورو چارواكو نه دا وغواړى چې موږ به دې هله منو، چې د ملك جمهور رييس يا صدر اعظم راولې، چې ستا تصديق وكړى. (ژباړن)

4_ په دې باب (طبرسي احتجاج 1/26-36) ليکې: عكرمه بن ابوجهل د رسول اكرم يوسخت دښمن و، دمكې له فتحې وروسته وتښتيد او بالاخره په مدينه منوره كې د حضور په خدمت كې حاضر شو او اسلام يې ومانه او دومره مقام يې پيدا كړ، چې رسول الله د “هوازن” قبېلې د صدقو د راټولولو مامور كړ او بالآخره په “اجنادين” يا “يرموك” جنګ كې شهيد شو (سفينه البحار 2 ټ، 216 مخ).

_ د يهودو له سترو عالمانو سره د پېغمبر اكرم مناظره

     د خداى پاك د ګران پېغمبر له هجرت نه مخکې به د يهودو په مذهبى محفلونو کې د اسلام د پېغمبر د علامو او نښو نښانو په باب خبرې کېدې او د يهودو عالمانو به د تورات د آيتونو له مخې د اسلام د پېغمبر د هجرت په باب خبرې كولې او رسماً به يې په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه د يو داسې پېغمبر د راتلو خبرې كولې، چې كټ مټ دغه نښې نښانى د اسلام پر پېغمبر تطبيقيدى.

   د يهودو مذهبى مشرانو دا ګومان كاوه، چې د اسلام د پېغمبر په ملاتړ سره به هغه خپل لوري او طرف ته راكاږى او په نتيجه کې به د هغه په چاپيريال کې مذهبى واك ترلاسه كړى، خو كله چې پېغمبر اكرم مدينې منورې ته هجرت وكړ او په عجيبه چټكتيا سره اسلام خپور شو او د يهوديانو له قوته، د پېغمبر اكرم قوت څو ځلى زيات شو او د خپلواکې روحيى له مخې د يهودو په بيرغ پسې لا ړ نه شول؛ نو ځكه د همدې عواملو له مخې يهودو په خپلو مذهبى محافلو کې له رسول الله سره مخالفت شروع كړ.

   هغوى غوښتل چې له مختلفو لارو اسلام ته ګوزار وركړى، چې د سوره بقره او سوره نسا ء په آيتونو کې د هغوى دښمنى او ضديت ته اشاره شوې ده لكه يوه دسيسه يې دا وه، چې د اوس او خزرج (د مدينې دوه سترې قبېلي دى، چې له مسلمانيدو وروسته پخلا او يو موټى شوې او انصار هم ورته وايي) 120 كلنه پخوانى تربګنې بيا راتازه كړى. او له دى لارى په مسلمانانو کې درز واچوى؛ خو د رسول اكرم او هوښيارو ملګرو د زيرکې له امله دا دسيسه او سازش شنډ شو. بله لاره “ازاد بحث” و (1) د اسلام پېغمبر په ډېرې خوښى سره د دى وړانديز هركلى وكړ، هغوى به له پېغمبر اكرم نه پيچلى پوښتنې كولې او په خپل ګومان يې پېغمبر بى ځوابه كاوه؛ خو دغه بحثونه د هغوى په زيان تمام شول، خلكو د پېغمبر پر علمي مقام او غيبى معلوماتو باندې سوچ وكړ او له همدې امله يو شمېر يهود او بت لمانځى مسلمانان شول؛ خو هغوي به له دې سره سره، چې په بحثونو کې قانع کېدل پېغمبر اكرم ته په ډېرې بې شرمۍ سره ويل: موږ ستا په خبرو نه پوهېږو “قلوبنا غلف” يعنې “زموږ پر زړونو پرده پرته ده” (سوره بقره 88 آيت)

   د يهودو مباحثې ډېرې دى، چې د نړيوالو افكار يې قضاوت ته رابللى دى دلته يې دوه بېلګې اونمونې را اخلو:

 

1_ هغه مناظره چې عبدالله بن سلام ايمان راوړ

   د يهودو لوى مشهور عالم “عبدالله بن سلام” له بني قينقاع ټبر څخه و (2)

هغه د هجرت پر ړومبى كال يوه ورځ د رسول الله په غونډه کې ګډون وكړ، چې خلكو ته يې ويل:

   ” اى خلكو! يو بل ته سلام كوئ، يو بل ته خوراك څښاك وركوىْ، له خپلو خپلوانو سره اړيکې ټينګى ساتىْ، نيمه شپه چې خلك ويده وى راپاڅيږى او لمونځونه كوى چى جنتيان شى”

   عبدالله وليدل، چې د پېغمبر اكرم خبرې د دروغجنو خلكو په شان نه دى، نو ډېر متاْثر شو اوفيصله يې وكړه چې په دى غونډو کې به ګډون كوى. (3)

   يوه ورځ عبدالله د يهودو له څلويښت تنو نوميالو سره سلا مشوره وكړه، چې پېغمبر اكرم ته ورشى او د رسالت او نبوت پر موضوع ورسره ازاد بحث وكړى او په خپلو دلائلو يې پړ كړى.

   كله، چې هغوي پېغمبر اكرم ته راغلل؛ نو پېغمبر اكرم د هغوى مشر “عبدالله بن سلام” ته وويل: زه بحث ته چمتو يم، يهودو ومنله او بحث شروع شو .

يهودو په بحث شروع وكړه او پر رسول الله يې د پيچليو پوښتنو باران جوړ كړ او پېغمبر اكرم ورته د يوې يوې پوښتنې ځواب وركړ.

   يوه ورځ عبدالله ځانته پېغمبر اكرم ته راغى ويې ويل:

زه درې پوښتنې لرم، چې له پېغمبرانو پرته بل څوك يې په ځواب نه پوهېږى اجازه راكوى چې ويې كړم؟

پېغمبر اكرم: اجازه ده.

عبدالله: د قيامت د ورځې ړومبى نښه څه ده؟ د جنت لومړنى خواړه څه وى؟ او دا څه وجه ده چې ماشوم په څيره كې كله پلار او كله مور ته خيژى؟

پېغمبر اكرم: همدا اوس به جبراييل راته دخداى پاك لخوا ځواب راوړى او تا ته به يې ووايم.

   د حضرت جبراييل د نوم په اورېدو سره عبدالله وويل: جبرييل د يهودو دښمن دى، چې په ډېرو موقعو کې يې له موږ سره دښمنى كړې ده، بخت النصر د جبرييل په ملاتړ پر موږ غالب شو او بيت المقدس يې وسيځه او…..

پېغمبر اكرم ورته په ځواب کې د سوره بقره 97 او 98 آيتونه ولوستل چې مضمون يې دادى:

” هغه جبرييل چې تاسو دښمن ګڼې له ځانه څه كار نه كوى. هغه د خداى پاك په حكم قرآن مجيد د پېغمبر پر زړه نازل كړى دا قرآن د خداى د رسول په باب له هغو صفتونو او نښنو نښانو سره سمون خورى، چې په مخكنيو كتابونو کې راغلى او د هغو تصديق كوونکې دى، د خداى د پرښتو تر منځ څه توپير نشته كه څوك په دې پرښتو کې له يوې سره دښمنى كوى؛ نو له ټولو پرښتو، پېغمبرانو او خداى سره يې دښمنى كړى ده؛ ځكه، چې د هغو پرښتو او پېغمبرانو لاره يوه او د خداى د حكم عملى كوونکې دى د هغوى توظيف او دندى د ماموريت يو ډول ويش دى نه د ماموريت تضاد، له هغو سره دښمنى له خداى پاك سره دښمنى ده” (4)

   پېغمبر اكرم بيا د عبدالله د درېو پوښتنو په ځواب پيل وكړ او ويې ويل:

   د قيامت وړومبۍ نښه له لوګى او لوخړو نه ډك اور دى، چې خلك به له مشرقه مغرب ته بوځى او د جنت ړومبى خوراك د كب ينه (ځيګر) او په ځيګر پورې نښتى ټوټه ده، چې تر ټولو خوندور خواړه دى….. او د درېمې پوښتنې په باب يې وويل:

   د نطفې د جوړيدو په وخت کې كه د چا نطفه غالبه شوه نو بچى د هغه په څيره کېږي كه د سړى نطفه غالبه شوه د بچى شكل پلار او د هغه خپلوانو ته ځى او كه د ښځې نطفه غالبه شى نو د بچى شكل مور او د مور خپلوانو ته ځى.

   عبدالله بن سلام د خپلو پوښتنو ځوابونه د تورات او د وړاندنيو پېغمبرانو له ويناوو سره تطبيق كړل او سم يې بياموندل نو په هماغه شيبه يې اسلام ومانه او د خداى پاك پر وحدانيت او د پېغمبر اكرم پر رسالت يې ګواهى وركړه.

بيا عبدالله پېغمبر اكرم ته وويل، چې زه د يهودو تر نورو عالمانو ستر عالم يم او دغه شان زما پلار هم دى، كه هغوى زما په ايمان راوړو خبر شى نو ما به دروغجن وبولې نو تر هغى يې مه خبره وه، چې زما په اړه د هغوى په نظرياتو پوه شى .

   د اسلام ګران پېغمبر له يهوديانو سره دمناظرې يو مجلس جوړ كړ او عبدالله بن سلام يې د پردى شاته پټ كړ پېغمبر اكرم د خبرو اترو په ترڅ کې يهودو ته ويل:” زه پېغمبريم! خداى پاك ته مخه كړى او له هوا او هوسه لاس واخلى او مسلمانان شى!”

   هغوى ورته وويل:” موږ د اسلام په نامه له سم او صحيح دين نه بى خبره يو!

پېغمبر اكرم: حصين (عبدالله بن سلام) په تاسو کې څه رنګ سړى دى؟

د يهودو ډله: هغه زموږ مشر او زموږ د مشر زوى او ستر عالم دى.

پېغمبر اكرم: او كه هغه مسلمان شى نو ورپسې ځى؟

د يهودو ډله: هغه به هيڅكله مسلمان نشى.

   دغه وخت رسول پاك عبدالله ته غږ كړ، عبدالله راووت او ويى ويل: “اشهد ان لا اله الا الله و ان محمدا رسول الله؛ اى يهودو له خدايه وويريږئ اوپر پېغمبر ايمان راوړى سره له دى، چې پوهېږى هغه د خداى پېغمبر دى، ولې ايمان نه راوړى؟!”

دغه وخت لا دعبدالله دمقام له اقراره څو شيبى نه وى تېرى، چې ورته په غوسه شول او ويې وويل: “دا په موږ کې ډېر خراب سړى او د ډېر خراب سړى زوى دى او دا او پلار يې تر ټولو زيات ناپوهان دى”

   په رښتيا چې د پېغمبر اكرم د استدلال دا طريقه ډېره په زړه پورې ده، كه څه هم هغوى په ظاهره د پېغمبر اكرم په مخکې د (ضديت له وجهې) ايمان رانه وړ؛ خو په حقيقت کې پړه شول او د منصفو عالمانو لپاره د هغوى پلمې او ضديت ثابت شو.

خو عبدالله په ريښتيا د خداى بنده و او كله يې چې حق وپېژند ويې مانه پردى سربېره، چې په هغو حالاتو کې حق قبلونه ورته ګرانه پريوته، نو ځكه پېغمبر اكرم پرې عبدالله نوم كېښود (5) د هغه مسلمانيدل پر نورو اغېز ه وكړه او ډېر وخت تېر نه و، چې “مخيرق” نومى يو بل يهودى عالم او يو شمېر نور وګړى ورسره مسلمانان شول. (6)

 

 

ياداښتونه:

1_ كه څه هم “ازاد بحث” يو اسلامي موضوع ده او د حق د څرګنديدو لپاره وسيله ده خو يهودو غوښتل چې له دى لارى پېغمبر اكرم مغلوب كړى خو كامياب نه شول.

2_ د هغه نوم حصين (د حسين په وزن) و او يهودو به يې درناوى كاوه او، چې كله مسلمان شو پېغمبر اكرم پرې عبدالله نوم كېښود.

3_ دا طريقه ښيى، چې “عبدالله بن سلام” ځانمنى نه و او هم د هوا او نفس پيرو نه و؛ بلکې حقيقت پسند او حق غوښتونکې و، چې له همدې وجهې پر حق هم برلاسى کېږي او حتمى نېکمرغۍ ته رسى حق ته د رسېدو ړومبى شرط دادى، چې انسان خپل فكر له هر ډول ذهني غلامى ازاد او له تعصبه لرې كړى او د حقيقتونو په لټه کې شى.

4_ ځينو مفسرانو د دغو آيتونو شان نزول د “عبدالله بن صوريا” په باب ښودلى خو توپير نه لرى؛ ځكه، چې کېداى شى عبدالله بن سلام هم دغه بحث مطرح كړى وى.

5_ مخکې مو وويل، چې د هغه نوم “حصين” و

6_ له ناسخ التواريخ هجرت (1/39) سيره ابن هشام (1/516) او احتجاج طبرسي لومړى ټوك نه اخستل شوى دى.

 

 

 

 

4_ د قبلې د بدليدو په اړه له پېغمبر اكرم سره د يهودو

مناظره

     پوهېږو چې پېغمبر اكرم به په مكه كې د بيت المقدس (چې د يهودو قبله هم وه) پر لوري لمونځ كاوه او په مدينه کې يي له هجرت وروسته شپاړس مياشتى د بيت المقدس پر لور لمونځ وكړ.

   يهودى دښمنانو د اسلام د غندنى په لړ کې ويل: “محمد مدعى دى، چې خپلواكه دين او شريعت يى راوړى حال دا، چې قبله يې د يهودو قبله ده” په دى نيوكو پېغمبر اكرم خوا بدى شو او د شپې به بهر د آسمان پر لوري وحى ته سترګى پر لار و تردې، چې د قبلې د بدليدو په اړه د سوره بقره 144 آيت نازل شو.

   له هجرت نه شپاړس مياشتى وروسته د رجب مياشتې نيمايي وه، پېغمبر اكرم د “بني سلمه” په جومات (د احزاب جومات شمال خواته ته په يو كيلومټرۍ کې پروت دى) كې له يو شمېر مسلمانانو سره لمونځ كاوه، له دوو ركعتو وروسته جبرييل دا آيت راوړ:

   قد نرى تقلب وجهك فى السماء فلنولينك قبله ترضها فول وجهك شطرالمسجد الحرام و حيث ما كنتم فولوا وجوهكم شطره.

“موږ د اسمان لمنو ته ستا كتل وينو تا د هغې قبلې پر لور چې خوښوې يې ګرځوو؛ نو مخ دې د مسجدالحرام پر لور وګرځوه او هر چېرې، چې ياستئ؛ نو مخونه دغى لورته ګرځوى…” (سوره بقره 144)

   رسول الله د لمونځ په حال کې د كعبې شريفې پر لور مخ وګرځو او وروستى دوه ركعته يې د كعبې پر لور ادا كړل او مقتديانو يې هم متابعت وكړ، چې بيا دا جومات په “مسجد ذوقبلتين” مشهور شو.

يهودو له دى پېښى وروسته په اعتراضونو پيل وكړ او د اسلام پر خلاف يې تبليغات شروع كړل، په دې وخت کې د هغوى او پېغمبر اكرم تر منځ پريكړه وشوه، چې پر دى مساله ازاد بحث وكړى .

   په غونډه کې ړومبى يهودو په خبرو شروع وكړه او ويې ويل:

تاسې په مديني کې څه له پاسه يو كال تېر كړ او لمونځونه مو بيت المقدس ته كول؛ خو اوس مو كعبې ته مخه كړه نو راته ووايه، چې د بيت المقدس په لور مو لمونځ سم وكه باطل؟ كه سم و، نو دويم عمل مو هرومرو باطل دى او كه باطل و نو موږ څنګه ستاسو په نورو اعمالو (چې دبدلو ن په حال کې دى) ډاډه شو، چې هسې نه دا اوسنۍ قبله مو باطله نه وى؟

پېغمبر اكرم: دغه دواړه قبلې پر خپل خپل ځاى سمى وې د بيت المقدس پر لور دا څو مياشتى لمونځونه حق وو اوس مو د خداى پاك په حكم مسجدالحرام ته مخه كړه او هغه قبله شوه.

   ولله المشرق والمغرب فاينما تولوا فثم وجه الله ان الله واسع عليم.

“مشرق او مغرب د خداى دى او، چې هر خوا مخ كړئ خداى هلته دى خداى بې نياز او دانا دى” (سوره بقره- 115 آيت)

د يهودو ډله: اى محمده! آيا خداى پاك ته “بداء” شته؟ (يعنې مخكې ورته يوه موضوع پټه وه خو اوس ورته ښكاره شوه او په خپل مخكنې حكم او پريكړى پښېمانه شو او بله فيصله يې وكړه) چې له همدې مخې يې نو ى قبله وټاكله؟ كه داسې ووايې؛ نو خداى دې د يو انسان په شان ناپوهه او پښېمانه فرض كړى دى!

پېغمبر اكرم: خداى پاك ته “بداء” (په دې معنا) نشته، خداى پاك؛ باخبره او مطلق قادر دى، له هغه څه خطا او تېروتنه نه کېږي، چې بيا وروسته پښېمانه شى او نوى كتنه پرې وكړى او د هغه په لاره کې هيڅ څيز خنډ کېداى نه شى، چې دهغه له امله په وختونو کې بدلون راولې.

   له تاسونه پوښتنه كوم: آيا ناروغه انسان رغيداې نه شى يا روغ انسان ناروغه کېداى نه شى او يا ژوندى نه مرى او ژمى اوړى کېږي نه؟ آيا خداى پاك، چې دا ډول چارې پر نورو چارو بدلوي نو هغه ته “بداء” پيدا کېږي؟”

د يهودو ډله: نه په دى چارو کې “بداء” نشته.

پېغمبر اكرم: نو د قبلې بدلون هم دغه شان دى، خداى پاك په هر وخت کې د بندګانو له مصلحتونو سره سم يو خاص حكم كوى، نو چا، چې ومانه انعام به اخلى او كه نه سزا وركوى، نو په كار ندى، چې دخداى پاك له سلا او تدبير سره مخالفت وكړئ. (1)

پېغمبر اكرم له يهودو نه پوښتنه وكړه: تاسو ولې د خالى (شنبه) په ورځ رخصتى (چوټى) نه كوئ؟ او آيا له خالى نه يوه ورځ وروسته بيا په خپلو كارونو بوختيږىْ؟ پدغو دوو عملونو کې كوم عمل حق دى؟ آيا ړومبى عمل حق دى او دويم باطل يا پرعكس (اپوټه) ړومبى باطل دى او دويم حق دى يا دواړه باطل دى او يا دواړه حق دى؟

د يهودو ډله: دواړه حق دى!

پېغمبر اكرم: نو موږ وايو، چې دواړه حق دى په مخكنيو مياشتو او كلونو کې د بيت المقدس قبله حق وه؛ خو اوس د كعبې شريفي پر حق ده. تاسو د ناروغو انسانانو په شان اوسئ، چې خداى پاك ستاسو طبيب او معالج دى. د بيمار خير په دى کې دى، چې د طبيب پيروى وكړى او د هغه حكم پر خپلو نفسانى غوښتنو ړومبى وګڼې. (د دغو مدللو او منطقي خبرو له يهودو سره هيڅ ځواب نه و او غلى پاتې شول).

   نقل کېږي، چې يو سړى د دغې مناظرې له راوى حضرت امام حسن عسكري نه تپوس وكړ، چې ولې له هماغه وړومبيه كعبه د مسلمانانو قبله نه وه؟

امام ورته وويل: خداى پاك په قرآن مجيد کې (سوره بقره آيت 143) د دې پوښتنې ځواب وركړى دى (آيت يې ولوست، چې مطلب يې دا دى): (2)

دا حكم له دې امله دى، چې مؤمنان او مشركان وپېژندل شى او صفونه يې له يو بله بېل شى؛ ځكه چې كعبه په هغه وخت کې د مشركانو د بتانو مركزو او مشركانو به بتانو ته سجده كوله؛ نو ځكه حكم وشو، چې مسلمانان دې په عارضى او موقت ډول بيت المقدس ته لمونځونه كوى او خپل صفونه دې له مشركانو بېل كړى(3)؛ خو چې مدينې ته يې هجرت وكړ او خپلواكه ملت او حكومت يې جوړ كړ او صفونه يې له نورو نه مشخص او بېل شول، نور نو دى حالت ته ضرورت پاتې نه شو؛ نو ځكه مسلمانانو د كعبې لوري ته مخه كړه څرګنده ده، چې (په شروع کې) د بيت المقدس پر لور لمونځ د نوى مسلمانانو لپاره، چې د شرك رسوبات پرې لا پراته وو څه اسان كار نه و، هغوى په دى حكم سره وروزل شول او ازميښت هم، چې جاهلى خويونه پريږدى او معلومه خبره ده، چې انسان تر څو باطل عادتونه او رواجو نه نه وى پريښى؛ نو د حق لور ته نه جذبيږى او په حقيقت کې له وړومبيه بيت المقدس ته توجه يو فکري او معنوي خوځښت و او اسلام له دى لارى د چاپيريال او ماحول اغېز ى پاى ته ورسولې (خو په مدينه کې دا مصلحتونه نه وو يا دا، چې كعبې ته د توجه مصلحت زيات و) (4)

 

ياداښتونه:

1_ د كعبې شريفې پر لور د قبلې په بدليدو کې څو مصلحتونه وو لكه:

الف_ عربى قباييلو كعبې ته ډېره توجه لرله؛ نو اسلام ته يې مخه کېده.

ب_ كعبه حضرت ابراهيم خليل الله د خداى په حكم جوړه كړى وه او د نړى ټول قومونه او اديان د حضرت ابراهيم درناوى كوى؛ نو د قبلې په بدلون سره اسلام د ټولو اقوامو دارزښتونو درناوى كوى، چې له دى لارى ډېرو خلكو اسلام ته مخه كړه.

ج_ د يهودو د اعتراض پر وړاندې (چې د مسلمانانو قبله زموږ قبله ده) مسلمانانو خپلواكه قبله تر لاسه كړه.

د_ مكه مسلمانانو ته نزدې وه، د هغى په قبله کېدو د مسلمانانو دې ته پام شو، چې كعبه له بتانو پاكه كړى او خپله قبله د اسلام تر بيرغ لاندې راولې.

ه_ د پېغمبر اكرم د قدر او درناوى لپاره؛ دا ځكه چې په مكه کې زيږيدلى و.

ز_ د مؤمن او غير مؤمن ارزميښت او د خلكو پېژندنه، چې دا هم د قبلې دبدليدو يو حكمت کېداى شى لكه څنګه، چې د دې مناظرې په پاى کې ورته اشاره شوې ده.

2_ و ما جعلنا القبله التى كنت عليها الا لنعلم من يتبع الرسول ممن ينقلب علي عقبيه و ان كانت لكبيره الا علي الذين هدالله و ما كان الله ليضيع ايمانكم ان الله باالناس لروف رحيم.

3_ او دى حكم كولاى شول، چې يهوديان ځانته جلب كړې، لكه څنګه چې با انصافه يهوديان همداسې شول.

4_ اخستل شوى دى له: بحار، (1/92 نوى چاپ) احتجاج طبرسي (1/44) تفسير نمونه (1/256) ناسخ التواريخ هجرت (1/92)

دلته دا خبره ضروري ده، چې د كعبې لور ته د قبلې بدلون د مسلمانانو لپاره هم يو ډول امتحان او ازميښت و، چې دا خبره څرګنده شى، چې آيا ټول مسلمانان د اسلام قانون منى يا نه؟ څرګنده ده، چې بانې لټوونكيو منافقانو به پداسې موقعو کې په غير ارادى توګه خبرې كولې، چې ځانونه به يې نورو ته ښودل او په دې ډول ريښتنى مؤمنان او بانې لټوونکې او ښويدوونکې وګړى پېژندل کېدل.

 

 

5_ پر قرآن مجيد نيوكه او د هغې ځواب

     يوه ورځ يوه ډله رسول اكرم ته راغله او وبې ويل، چې موږ پر قرآن باندې اعتراض لرو او په دې باب درسره مناظره كوو.

پېغمبر اكرم: ستاسو اعتراض څه دى؟

معترضه ډله: آيا ته د خداى استازى يې؟

پېغمبر اكرم: هو

معترضه ډله: ستاسو پر قرآن زموږ اعتراض دادى، چې وايي “انكم وما تعبدون من دون الله حصب جهنم”.

“تاسو او هغه (معبودان) چې تاسو يې عبادت كوى د دوزخ خشاك به وى” (سوره انبياء 98 آيت)

نو د دى عبادت له مخې لازم دى، چې حضرت عيسى هم په دوزخ کې وسوځى؛ ځكه چې ځينې د هغه عبادت كوى؟

   رسول اكرم په ارامى د هغوى خبرې واورېدې او بيا يې ورته وويل: قرآن د عربو پر مروجې او دوديزى ژبې نازل شوى، د عربو په خبرو کې د “من” كلمه نوعاً د ذوالعقول يعنې د عقل خاوندانو ته كارول کېږي او د “ما” كلمه نوعاً د بى عقلو (لكه څاروى او ځناور، كاڼې او بوټى وغيره ) لپاره؛ خو د الذى كلمه د دواړو لپاره استعمالېږى؛ نو په دې آيت کې د “ما” كلمه استعمال شوې هغه معبودان يادوى، چې عقل نه لرى مثلاً هغه بتان، چې له لرګى، كاڼى او خټى نه جوړ شوى؛ نو ځكه د آيت معنا په دى ډول کېږي “يعنې ستاسو د غير خدا پرستانو او دهغو معبودانو، چې له مختلفو بتانونه مو جوړ كړى دى د ټولو ځاى به دوزخ وى” هغوى ومنله، د پېغمبر اكرم تصديق يې وكړ او ولاړل. (وګورئ: بحار، نوى چاپ، 9 ټوك، 282 مخ)

6_ د څلورويشتو منافقينو دسيسه او له هغوى سره د پېغمبر

اكرم مناظره

     “قدرت طلبى” او واك تر لاسه كول د هرى دورى د منافقانو يوه ځانګړنه او خصوصيت وى هغوى په دې لټه کې وى، چې د دين او د خلكو د پلوى توب تر نامه لاندې محبوبيت پيدا كړى او مشرى تر لاسه كړى؛ نو ځكه د مشر تابه او رهبرى مسْالى ته يې ډېر پام وى د پېغمبر اكرم په زمانه کې به، چې په مناسبو موقعو کې د امام علي د مشرتابه او رهبرى مسْله مطرح کېده؛ نو منافقانو به كوښښ كاوه، چې حضرت علي او حتى په ځينو موقعو کې پخپله پېغمبر اكرم ته ګوزار وركړى او د رهبرى مسْله دپېغمبر اكرم له كورنۍ بل خوا يوسى.

   د منافقانو يوه دسيسه په تبوك جګړه کې وه، هغوى د پټ پلان له مخې امام علي او پېغمبر اكرم دواړه وژل، چې د پېښى تفصيل داسې دى:

   څلورويشتو منافقانو په يوې پټې غونډې کې فيصله وكړه، چې په حساسو جنګى حالاتو کې يوه ډله دې د امام علي د وژلو لپاره مدينه کې پاتې شى او يوه ډله دې د تبوك جګړى ته ولاړه شى او په مناسبه موقع کې دې رسول اكرم ووژنى؛ نو لس تنه په مدينه کې پاتې شول او څوارلس تنه د تبوك غزا ته ولاړ.

   د اسلام لښكر لس زره سواره او شل زره پياده د رسول الله په مشرۍ د تبوك په لور روان شو. له مخکې نه خبر رارسېدلى و،چې د روم څلويښت زره لښكر د شام پر پوله پروت دى او د ناڅاپى بريد په لټه کې دى .

   د مسلمينو دى لښكر ته جيش العسر (يعنې هغه لښكر، چې له ډېرو ستونزو سره مخ وى) وايي؛ ځكه اوږده لار، ګرمى، د فصلونو د پخيدو، د دښمن وسلوال پوځ، د نقليه وسايلو، خوراك، څښاك لږوالى او ….. دا ټولې ستونزى وى؛ خو ايمان او د پېغمبر اكرم په مشرى د مسلمينو توكل او صبر دى ټولو ستونزو ته اوږه وركړه او د هجرت په نهم كال د شعبان يا شوقدر د مياشتى په وړومبيو کې تبوك ته ورسېدل (خو د روم پوځ له ويرې پر شا ولاړ او جنګ ونه شو)

   په دې نازكو جنګى حالاتو کې قدرت طلبو منافقان د رسول الله او امام علي په وژنى پسې وو. د زيرك او هوښيار پېغمبر ټولو اړخونو ته پام و، حضرت علي يې له ځان سره يوو نه وړ او مدينه کې يې پريښود، چې مدينه د دښمنانو او منافقانو له برلاسى او تېرى نه وساتى.

   منافقانو په مدينه کې د علي عليه السلام په شتون او د (30) زرو مسلمانانو په غياب كې خپله برنامه عملى كولاى نه شوه؛ نو په تبليغاتو يې لاس پورې كړ، چې:

   “پېغمبر اكرم او امام علي سره بېل شوى دى او رسول الله د هغه له ملګرتيا بيزار شوى؛ نو ځكه يى له ځان سره بونه ته او ….”

هغوى په دې نامرده تور سره غوښتل، چې د امام علي د مشرتابه مساله تر پوښتنې لاندې ونيسى . امام علي د منافقانو له تبليغاتو خپه شو او له مديني بهر يې ځان رسول اكرم ته ورسو او ټوله كيسه يې ورته تېره كړه.

پېغمبر اكرم وفرمايل:

   اما ترضى ان تكون منى بمنزله هارون من موسى الا انه لا نبى بعدى

“آيا په دې خوښ نه يې، چې ته ما ته داسې اوسى لكه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه شته”

   د حضرت علي زړه په قرار شو او مديني ته راستون شو او منافقانو، چې د حضرت علي مشرتابه او رهبرى ته ګوزار وركاوه نه يوازې په خپلى برنامه كې كامياب نه شول؛ بلکې پورتنى عبارت د امام علي ((مشرى)) لا نوره هم تاييد او پخه كړه.

منافقانو د علي د راستنيدو په لاره کې يوه كنده او ګوډال جوړ كړ، چې پر سريې ورته څه خس او خاورى اچولې وى او علي، چې له دى ځايه تېريږى په كې به ولويږى او مړ به شى، خو خداى په امن او سلامتى مديني ته راستون كړ.

   بلخوا هغو څوارلسو تنو منافقانو (چې له اسلامي لښکر سره وو) (1) فيصله وكړه، چې له تبوك نه د راستنيدو په وخت كې به د پېغمبر اكرم اوښ د هغه غره د غاښى (عقبه) پر سر چې د مديني او شام تر مينحپروت دى له يو پټ ځايه پر كاڼى او ګټ ولې اوښ به وويريږى او پېغمبر اكرم به لاندې دره کې راوغورځيږى بې له دي، چې څوك د اوښ له ډاروونکې نه خبر شى.

   كله، چې رسول الله او ملګرى يې د غره غاښى ته ورسېدل؛ نو حضرت جبرييل پېغمبر اكرم د منافقانو له توطئ نه خبر كړ.

   رسول اكرم مسلمانان د منافقانو په تېره بيا د حضرت علي په باب دهغوى له پټى توطئ نه خبر كړل او د امام علي په باب يې څه خبرې وكړى هغو څوارلسو تنو ځانونه ناګاره كړل، چى هډو له څه خبر نه دى ځانونه يې پېغمبر اكرم ته ورسول او د حضرت علي د مشرۍ په باب يې ورنه پوښتنې وكړى او پېغمبر اكرم په ډېرې خوښې سره د هغوى پوښتنو ته ځوابونه وركړل.

د منافقانو پوښتنې:

راته ووايه، چې علي غوره دى او كه پرښتى؟

پېغمبر اكرم: د پرښتو شرافت او مقام په دې وجه دى، چې له محمد، علي او ا لهى مشرانو سره مينه كوى او د هغوى مشرى يې منلى او هر انسان، چې په اخلاص او پاك زړه د هغوى مشرى ومنى او مينه وسره وكړى؛ نو له پرښتو نه اوچت دى.

آيا نه پوهېږىْ، چې آدم ته د پرښتو سجده له دې كبله وه، چې هغوى ځانونه له هر اړخه اوچت ګڼل، خداى پاك د حضرت آدم علمي او انسانى مقام هغوى ته وښود؛ نو هغوى پر ځان پوهې شوې، چې مقام يې له آدم ټيټ دى؛ نو بيا يې آدم ته سجده وكړه….. د سجدې په هماغه ورځ نېکان او سپېڅلى انسانان په تېره بيا لكه پېغمبر، علي او له هغه نه وروسته امامان د آدم په صلب (تومنه) كې ښكاره وو.داسې، چې ټول ورپسې په يوه ليكه کې ولاړ وو.

   پرښتو آدم ته (په دا ډول ځوځات سره) سجده وكړه البته سجده په ظاهر كې آدم ته وشوه؛ خو په حقيقت كې پروردګار ته وه او آدم په دې مقام کې د قبلې (كعبې) په شان و.

   خو ابليس د ځانمنى او تكبر له امله آدم ته سجده ونه کړه؛ نو ځكه دخداى پاك له درګاه وشړل شو.

ممكنه وه چې دلته منافقانو د حضرت آدم د تېروتنى مسْله رامنځته كړې واې پېغمبر اكرم ورته وويل: كه آدم په جنت كې د ونى له خوړو منع شوى و او بيا يې وخوړه؛ نو دا عمل يې د كبر له امله نه و؛ نو ځكه ډېر ژر پښېمانه شو او توبه يې وايسته او خداى هم د هغه توبه ومنله. (2)

هغه ځاى چې د منافقانو دسيسه په کې ناكامه شوه

   پر منافقانو باندې د رسول اكرم خبرو اغېز ه ونه كړه او پر خپلى فيصلى ټينګ ولاړ وو، چې په غاښى كې به د رسول اوښه ډاروى.

   پېغمبر اكرم حضرت خذيفه نومې يو ماهر او تجربه كار مسلمان ته وويل، چې د غره په لمنه کې كېنه او له لرى نه څارنه كوه، چې څوك تر ما مخکې پر غاښى ونه خيژى او ټولو ته يې اعلان وكړ، چې په رسول الله پسې به ځى او مخكې کېږي به نه.

   حضرت خذيفه د ګران رسول له حكم سره سم د غره په لمنه کې د ګټ خواته پټ كيناست او په ځير يې حالات څارل، چې څوك له رسول الله مخکې غره ته ونه خيژى. خو ويې ليدل، چې هماغه څوارلس تنه (يا 24تنه) له ګران رسول نه مخکې په ډېر مهارت پورته ختلى وو او ځانونه يې د غټو كاڼو تر شاته پټ كړى وو حضرت خذيفه هغوى ټول وليدل او حتى دهغوى خبرې يې هم واورېدې نو ژر يې ځان رسول الله ته ورسو او پر حالاتو يې خبر كړ

   رسول اكرم چې له توطئ نه خبر شو، پر اوښ سور شو، حضرت خذيفه، حضرت سلمان فارسى او حضرت عمار ياسر ترې د پاسوالانو په توګه شاوخوا روان وو كله، چې د غره غاښى ته ورسېدل منافقانو له پاسه يو ګټ وغورځو، چې اوښ له ويرى وځغلى او پېغمبر اكرم له اوښ نه ښكته وغورزيږى؛ خو كاڼى لاندې درې ته وغورزيد او رسول اكرم او ملګرى يې په آرامه له غاښى نه لاندې راكيوتل او څه زيان ور ونه رسېد، رسول الله حضرت عمار ته وويل، چې د غره سرته وخيژه او په خپلى امسا د هغوى سورلى ووهه او له هغه ځايه يې لرى وشړه .

حضرت عمار همداسې وكړل، چې ځينې له خپلو سورليو نه راوغورزيدل، لاسونه او پښې يې ماتى شوى (3)

   دا د اسلامي تاريخ عبرتونه دى، چې موږ بايد تل منافقان وپېژنو او د هغوى له ډول ډول توطئونه ځانونه خبر كړو او په موقعه كې د هغوى پلانونه شنډ كړو.

   اهمه خبره دا ده، چې منافقينو دا دسيسه د شپى اجرا كوله، چې كارونه يې پټ پاتې شى؛ خو بيداره او هوښيار مسلمانان په خپله موقع كې د هغوى توطئ شنډوى، پېغمبر اكرم امام علي او حضرت خذيفه وستايل او ويې ويل:

   “علي او خذيفه د منافقينو پر چارو له نورو زيات پوهېږى” موږ ته هم پكار دى چې د امام علي او حضرت خذيفه په پيروى د اوسنۍ منافقانو له كارونو ځانونه خبر كړو او تل بيدار او هوښيا اوسو.

نتيجه: پېغمبر اكرم له منافقانو سره د دسيسې له څرګنديدو مخکې مناظره وكړه او سپارښتنه يې وكړه، چې هغوى په تفاهم، خبره او منطق سره غاړه کېدى؛ خو چې كله د هغوى دسيسه څرګنده شوه نو ويې شړل.

 

 

ياداښتونه:

1_ ځينو كتابونو يې شمېر دولس ښودلى، چې اته يې قريشى او نور د مدينې وو.

2_ پېغمبر اكرم په دې مناظره كې، چې قدرت طلبو منافقانو د مشرتابه پر مسْله اعتراض درلود او ټولې هلې ځلې يې رهبرۍ او امامت ته زيان رسول وو؛ نو په دې باب يې سره خبرې وكړې، چې حتى د پرښتو سجده يې د رهبرۍ او د غوره انسانانو له خلافت سره مربوطه وبلله او هغوي يې پوه كړل، چې مشرى او ولايت د خپلو خواهشاتو په دام كې نه شو ښكيلولايى.

3_ له احتجاج طبرسي، 1 ټوك، 95 مخ، سيره ابن هشام 3 ټوك، 527 مخ نه اخستل شوى دى.

 

7_ له رسول الله سره د نجران د استازيو مناظره

   “نجران” د مكې او يمن تر منځ يو ښار دى، چې 73 كلى لرى او د اسلام په لومړيو وختونو كې هلته عيسوى مذهب رواج و او دلته به پاپ او ستر ستر عيسوى عالمان اوسيدل او نجران د نننى “واتيكان” غوندى و.

   د نجران ولسوال او سياسي مشر “عاقب”، مذهبى مشر يې “ابوحارثه” او بل مخور او د ولس د درناوى شخصيت يې “ايهم” نوميدل.

   د اسلام اوازى چې خورى شوى؛ نو عيسوى عالمان خو په تورات او انجيل کې د پېغمبر د راتګ پر زېرى خبر وو؛ نو ځكه د اوازو پر وړاندې حساس وو او پلټنه يې كوله .

   د نجران عيسويانو درې ځلى رسول الله ته خپل پلاوى ولېږل، چې له نژدې يې د نبوت پر ريښتينولې پلټنه وكړى. يو ځل يې له هجرته مخکې په مكه کې له رسول اكرم سره مناظره وكړه او دوه ځل يې له هجرته وروسته په مدينه كې. دلته د دى مناظرو لنډيز را اخلو:

 

1_ د نجران د استازيو ړومبى مناظره

   هغوى د كعبې شريفى په څنګ کې له رسول اكرم سره وليدل او خبرې اترې يې پيل كړى پېغمبر په خوښى سره د هغوى خبرو ته غوږ ايښى و او بيا به يې ځواب وركاوه په آخر کې رسول اكرم له قرآنه څو آيتونه تلاوت كړل، چې پر هغوى يې اغېز ه وكړه او بې اختياره يې له سترګو اوښكې روانې شوې او له پلټنى وروسته يې د تورات او انجيل زېرى رښتونى وموند او مسلمانان شول. (1)

   مشركان (او په تېره بيا ابوجهل) په دې مناظره خپه شول كله، چې د نجران استازى له مناظرې وروسته راپاڅيدل؛ نو ابوجهل او څو تنو د هغوى مخه ونيوه او په سپكو سپورو يې ورته وويل: موږ خو له تاسو خو ليونيان ياستى، چې له خپل قوم سره مو خيانت وكړ اوله خپله دينه واوړيدئ او اسلام مو ومانه، هغوى ورته په نرمۍ ځواب وركړ او ويې ويل:ستاسو له موږ سره څه كار، كوم مرام مو چې غوره كړ د هغه مسووليت زموږ پر غاړه دى. (وګورئ: سيره حلبى 1/383)

 

2_ د سترو عيسوى استازيو دويمه مناظره

     عبدالله بن شرحبېل او جبار بن فيض په شان نومياليو سره سلا مشوره وكړه، دغو ورته وويل، چې دا موضوع له نبوت سره اړه لرى؛ نو ځكه موږ څه نه شو ويلاى.

   هغه دا موضوع جرګى ته وړاندې كړه او نتيجه دا شوه، چې د پوهانو او هوښيارانو يوه ډله دې له محمد سره د كتنى لپاره مدينې ته ولاړه شى او په دې باره كې دى ورسره بحث او مناظره وكړى، چې حقيقت ښكاره شى.

   بالاخره يو شپيته تنيزه جرګه، چې څوارلس تنه يې د نجران ستر عالمان وو (عاقب (عبدالمسيح)، “ابوحارثه” او “ايهم” هم په کې وو) له رسول الله سره د مناظرې لپاره مديني ته روان شول.

   بې له شور او ګړپړ نه آزاد بحث او مناظره يوه ډېره ښه او منطقي طريقه ده، خو كه څوك وغواړى، چې دا طريقه په چل ول، ټګى، چالاکۍ او دسيسې بدله كړى او عوام تېر باسى؛ نو لازم دى، چې په ټينګه يې مخنيوې وشى.

   په هر حال د نجران استازيو پړق پړوق جامې اغوستى وى، چې د مدينوالو پام ځانته را واړوى او په دې ډول د ضعيف النفس خلكو په زړونوکې کې لاره پيدا كړى (2)

   پېغمبر اكرم په ډېرې هوښيارۍ د چارو ټول اړخونه څارل او دا په آزاد بحث کې مهم د پام ټکې دى د دغې پټ چل ول د شنډولو لپاره يې منفى مبارزې وكاروله داسې، چې كله استازى په شان و شوكت او پړق پړوق جامو سره رسول الله ته راغلل؛ نو رسول اكرم ورته څه خاصه توجه ونه كړه او خبرې يې هم ورسره ونه کړى، هغوى درې ورځې په مدينه کې حيران او پريشان ګرځيدل ان تردى چې استازيو له حضرت عثمان او حضرت عبدالرحمن بن عوف نه د پخوانى آشنايې له مخې د دې بى اعتنايي د علت پوښتنه وكړه هغوى استازى امام علي ته بوتلل او كيسه يې ورته وكړه، امام علي ورته وويل:

   “ځى ولاړ شئ او دا پړق پړوق او قيمتى جامې وباسىاو په عادى ډول پېغمبر اكرم ته ورشى، چى مطلب مو تر لاسه شى” هغوى د حضرت علي وينا ومنله او كار ترسره شو.

   په مناظره کې يو بل اهم ټکې آزادى او له فضا جوړونى او هياهو څخه مخنيوې دى رسول اكرم پينځه واړه لمونځونه په جومات کې په جمعى سره كول چې ټول مسلمانان به راغونډيدل عيسويان د مسلمانانو راغونډيدو ډېر حيران كړى وو او هغوى د خپلى عقيدى سره سم په پوره آزادى سره د بيت المقدس پر لوري لمونځ كاوه ځينو مسلمانانو غوښتل، چى دهغوى د آزادى خنډ شى؛ خو ګران رسول يې مخه ونيوه له دغې تاريخى پېښى معلوميږى چې هغوى په مدينه کې پوره پوره آزادى لرله او د چاپيريال تر اغېز لاندې نه وو.

   بالاخره له درې ورځو وروسته په جومات کې له لمونځ وروسته د خبرو اترو غونډه جوړه شوه د نجران د عيسويانو شپيته تنه استازى له رسول الله سره كېناستل مسلمانان هم د خبرو اترو اورېدو ته كيناستل او د مزې خبره خو دا چې يو شمېر يهوديانو هم په غونډه کې ګډون وكړ او له عيسويانو او مسلمانانو سره يې بحث پيل كړ.

   ړومبى رسول اكرم په خبرو شروع وكړه او د نجران ميلمنو ته يې هر كلى ووايه او په ډېرى مينى يې اسلام او توحيد ته راوبلل او ويې ويل:

   راځى چې موږ ټول د يو الله عبادت وكړو او ټول په يوه لاره روان شو او د خداى پاك د حكم تر جنډى لاندې راټول شو بيايې د قرآن مجيد يو څو آيتونه تلاوت كړل.

پاپ: كه له اسلام نه ستاسو مراد پر خداى ايمان او د خداى پر احكامو عمل كول وى؛ نو موږ له تاسو مخكې مسلمان وو.

ګران پېغمبر: حقيقي اسلام څه نښى نښانى؛ لرى درې داسې عملونه دى، چې ستاسو دنه مسلمانى دليل دى؛ ړومبى دا چى تاسو د صليب عبادت كوى، دويمه دا چې د خنزير غوښه حلاله ګڼې او درېمه دا چې تاسو عقيده لرى چې خداى پاك زوى لرى.

د نجران استازى: زموږ په عقيده حضرت عيسى خداى دى؛ ځكه چې مړى به يې ژوندى كول او بې علاجه بيمارانو ته به يې شفا وركوله او له خټى نه يې مرغه جوړ كړ او په کې يې پو كړل او هغه خټه په ريښتيا مرغه شو او والوتله او … چې دا ډول كارونه دهغه د خدائۍ نښه ده.

پېغمبر اكرم: نه هيڅكله دا كارونه د خدائۍ دليل نه دى؛ بلکې هغه د خداى پاك نېک بنده دى، چى خداى پاك د بي بي مريم په رحم کې كېښود او بيا يې ورته دا معجزې وركړى، هغه غوښه، پوټکې، رګونه او اعصاب لرل خواړه به يې خوړل او اوبه به يې څښلى؛ نو داسې څوك خداى کېداى نه شى خداى پاك سارى او نظير نه لرى.

يو استازى! حضرت عيسى د خداى زوى دى دا ځكه چې چا هم له بي بي مريم سره واده نه و كړى او ويې زيږو او دا پېښه د دې دليل دى، چې د هغه پلار خداى دى او هغه د خداى زوى دى.

پېغمبر اكرم (د سوره ال عمران 61 آيت نه په استفادې سره) وويل:

   د حضرت عيسى مثال د حضرت ادم په شان دى، چې هغه خداى پاك بې له مور او مور پلاره له خاورې پيدا كړ كه د پلار نه شتون د دې دليل وى، چې عيسى د خداى زوى دى؛ نو ادم خو نه پلار درلود او نه مور؛ نو له هغه سره ښايي، چې د خداى زوى وى. د نجران استازى پوه شول، چې كه څومره پوښتنې او خبرې كوو؛ نو هم دا ډول ځواب اورو؛ نو له دې كبله، چې له مخکې نه يې (د دنيا د واكمنىپه خاطر) فيصله كړى وه مسلمانان نه شى مناظره يې نيمګړى پريښوده او ويې ويل: دا خبري موږ نه نشى قانع كولاې موږ دې ته تياريو، چې “مباهله” وكړو؛ يعنې په پوځانى کې راغونډ شو او خداى ته په دعا كېنو او دروغجن ته ښيرې وكړو، چى خداى پاك دروغجن هلاك كړى.

   ګران رسول د خداى پاك لخوا د وحى (سوره ال عمران 61 آيت) په رسېدو سره د مباهلې وړانديز ومانه، ټول مسلمانان له دى نتيجى خبر شول، هر خوا د مباهلې په باره کې خبرې وې او يو بل ته به يې ويل چى رښتيا په مباهله کې به څه کېږي؟! ټول په بې صبرى سره د مباهلې په طمع وو ټاكل شوى نيټه (د ذيحجى د مياشتى 24 نيټه نهم هجرى كال) راورسېده د نجران استازيو له مباهلې مخکې د سلا مشورى په غونډه کې له يو ټکې نه (چې له نفسياتى او روانى پلوه يې اهميت درلود) استفاده وكړه او هغه دا چې خپلو كسانو ته يې حكم وركړ، چې كه تاسې وليدل، چې محمد په شورو غوغا، په ګنې، ګوڼى او په درز غوبل مباهلې ته راغى؛ نو مباهله ورسره وكړى او ونه ويريږى؛ ځكه پوه شئ، چې په كار کې يې څه حقيقت نه شته؛ نو په دې وجه له چغو سورو او هاهو نه كار اخلى؛ خو كه چېرې له لږو كسانو؛ يعنې له خپلو بچو اوخاصو نزدې كسانو سره راغى نو بيا له مباهلې نه ډډه وكړى، چې بيا ورسره مباهله خطرناكه ده.

   د نجران استازى د مباهلي ځاى ته ولاړل او د تورات، انجيل په لوستلو سره دعا ته چمتو شول او د رسول الله د راتلو په تمه شول . ويى ليدل چې رسول اكرم له څلور تنو سره (حضرت فاطمه زهرا، حضرت علي او امام حسن او امام حسين) راروان دى.

   د نجران داستازيو يو نامتو عالم “شرجيل” خپلو ملګرو ته وويل: په خداى مې دې قسم وى چې زه داسې صورتونه وينم، چې كه له خدايه وغواړى، چې غرونه له خپل ځايه راونړوى؛ نو بې شكه چې همداسې به وشى ووريږئ او مباهله ونه کړئ كه له محمد سره مو مباهله وكړه؛ نو د نجران له عيسويانو څخه به هيڅوك پاتې نه شى زما خبره واورئ لږ تر لږ همدا يو ځل زما خبرې ته غوږ کېږدئ بيا خير دى زما خبره مه اورى.

   د شرجيل ټينګار او تاکيد د نجران پر استازيو اغېز ه وكړه او يوه عجيبه وارخطايي پرې راغله او له مخې سره يې يو سړى رسول اكرم ته ولېږه او د مباهلې د پريښودو غوښتنه او د سولې د تړون وړانديز يې وكړ.

   د خداى ګران رسول د هغو په باب له مهربانى نه كار واخست او ويې ويل: چې له هغوى سره پر آسانو او نرمو شرائطو باندې د سولې تړون وكړى د سولې په لوظنامه کې څلور ټکې وو:

1_ د نجران خلك موظف دى، چې (اسلامي حكومت چې د هيواد امنيت ساتى او هم د نورو چارو د چلولو په بدله کې) هر كال دوه زره جوړى جامې په دوو پيرو کې اسلامي حكومت ته وركړى.

2_ د حضرت محمد (ص)استازي دى تر يوې مياشت يا زياتى مودى پورې په نجران کې د ميلمستيا حق ولرى.

3_ كه په يمن کې د اسلام پر خلاف بغاوت وشو؛ نو د نجران خلك به ديرش زغرې، ديرش اسونه او ديرش اوښان د ضمانتى امانت په توګه اسلامي حكومت ته وركړى.

4_ له دې لوظنامې وروسته په نجران کې سود منع دى.

   او په دى توګه د نجران پلاوى د ” ذمى شرائطو” ته غاړه كېښوده او پداسې حال کې چې واقعاً يې په آزاد بحث کې ماتى خوړلى وه له مديني منورې نه نجران ته روان شول (وګورئ: بحار الانور 27/319-324)، سيره ابن هشام (2/175)، فتوح البلدان، 76 مخ او د سيد بن طاووس اقبال له 496 مخ وروسته.

   په دى ترڅ کې بايد ووايو چې “د مباهلې آيت” (سوره ال عمران 61 آيت) د پاكو او سپېڅليو اهلبيتو پر عظمت او ستريا باندې يو ژوندى او لوى سند دى.

 

3_ د نجران دعيسويانو درېمه ډله

   دا ډله د “بني حارث” له قبېلې وه، چې هم هلته په نجران کې يي په څيړنه او تحقيق شروع وكړه او يو شمېر كسان د هغوى په نمائندګۍ له خالد بن وليد سره مدينې ته راغلل او د رسول اكرم په مخ کې يې اسلام ومانه او ويى ويل:

“موږ د خداى پاك شكر وباسو، چې ستاسو له لارى يې راته سمه لار وښوده”

رسول اكرم له هغوى پوښته وكړه:”تاسو څنګه پر دښمنانو غالب شوىْ؟”

هغوى وويل:”موږ هيڅ كله په خپلو کې بى اتفاقه شوى نه يو او بل دا چې پر چا مو لومړى تېرى نه دى كړى.”

   ګران رسول وويل:”صدقتم (ريښتيا مو وويل) (وګورئ: البدايه 5/98)

پايله(نتيجه):

   ومو ويل چې د نجران د عيساييانو ړومبى او درېمې ډلې د اسلام حقانيت درك كړ او مسلمانان شول؛ خو دويمى ډلې چې خبره يې تر مباهلې ورسوله او بيا يې مباهله پريښوده هغوى هم د اسلام په حقانيت پوه شول، كه څه هم په ظاهره يې اسلام ونه مانه، چې دلايل يې دادى:

1_ پاپ د رسول اكرم ليك څيرى كړى و، دا د هغه د تعصب او اقتدار غوښتنې دليل دى، چې د حق د منلو خنډ ګرځې.

2_ هغوى مباهلې ته حاضر نه شول. كه هغوى د اسلام او د رسول اكرم حقانيت نه وې درك كړى؛ نو ولې خپلى تجويز شوى مباهلې نه تېر شو؟ دا مسْاله ښيئ، چې هغوى د محمد مصطفى او د هغه د لارى پر حقانيت پوه شوى وو.

3_ په تاريخ کې راغلى دى چې نجران ته په ستنيدو کې يو استازى د ګران رسول په شان کې ګستاخى وكړه، نو “ابوحارثه” (پاپ) هغه ته په غوسه شو او ورته يې وويل، چې ولې د يو مرسل پېغمبر په شان کې ګستاخى كوې؟ د همدې خبرې په اورېدو هغه سړى مدينې ته ستون شو او د رسول الله په مخ کې يې اسلام ومانه دغه تاريخى اهمه واقعه دا ښيئ، چې د نجران دغه استازى د رسول اكرم پر حقانيت پوه شوى وو.

4_ كله چې دغه پلاوى نجران ته ستون شو او خپله ټوله كيسه يې د نجران خلكو ته تېره كړه؛ نو د نجران پر يو راهب يې دومره اغېز ه وكړه، چې په صومعى کې يې چغه كړه:”اى خلكو راشىاو له صومعى نه مې لاندې راكوز كړى ګنې په خپله به ځان لاندې راوغورزم”

   خلكو هغه له صومعى نه لاندې راكوز كړ مدينې ته روان شو او له حضور اكرم سره يې وكتل او څه موده يې ترې علمي استفاده وكړه او د قرآن مجيد آيتونه يې واورېدل او بيرته نجران ته راستون شو، د راستنيدو په وخت يې له پېغمبر اكرم سره لوظ وكړ چې مدينې ته به راستنيږم او مسلمانيږم به خو په راستنيدو کې كامياب نه شو…. (وګورئ: البدايه 5/55)

دا مسْالى ښيئ، چې عيسوى استازى د اسلام پر حقيقت پوه شول خو پر عيساويانو د مشرۍ، د عامو خلكو تر اغېز راتلل (عوام زده ګى) او د خلكو د ويرى په شان عواملو د هغوى د لارې خنډ شوې وو.

 

ياداښتونه:

(1)_ په دې باب د مائدى 83 آيت نازل شو: و اذا سمعوا ما انزل الى الرسول ترې اعينهم تفيض من الدمع مما عرفوا من الحق يقولون ربنا امنا فاكتبنا مع الشاهدين.

(2)_ په عين حال کې چې رسول الله د دغه چل ول او چالاکې مخه ونيوه بالآخره قيمتى او پړق پړوق جامو پر يو شمېر ضعيف النفسو باندې اغېز ه وكړه. داسې چې ارمان او هيله يې كوله، چې كاشکې د عيسوى نمائندګانو په څير ماړه او شتمن واې چې بيا د سوره آل عمران 15 آيت د هغوى په ردکې نازل شو چې معنى يې داده: “اى پېغمبره! ووايه آيا تاسو له داسې څيزنه خبر كړم چې له دې (مادى پانګى) نه غوره دى؟ هغوى چې تقوي اختيار كړى د پروردګار په نزد ورته جنتونه دى چې نهرونه پکې جارى دى هغوى به د خداى پر رضا سربېره له سپېڅليو ښځو سره تل هلته وى او خداى پاك د بندګانو له حاله خبر دى.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست