د استطاعت په اړه د امام حسن (رض) وینا ( په کړنو کې د انسان ځواک او واک) حسن بصري امام حسن (رض) ته دا لیک وکښه : اما بعد؛ تاسې د بني هاشمو ټبر په ژورو زخمو کې روانه بېړۍ،بلې نامي ډېوې یا د نوح بېړۍ یاست، چې مؤمنان پکې کېناستل او مسلمانان ( […]
د استطاعت په اړه د امام حسن (رض) وینا
( په کړنو کې د انسان ځواک او واک)
حسن بصري امام حسن (رض) ته دا لیک وکښه :
اما بعد؛ تاسې د بني هاشمو ټبر په ژورو زخمو کې روانه بېړۍ،بلې نامي ډېوې یا د نوح بېړۍ یاست، چې مؤمنان پکې کېناستل او مسلمانان ( یې په برکت) وژغورل شول . د رسول الله (ص) زویه! موږ د قدر په مانا کې اړپېچ لرو او د استطاعت (جبر و تفویض او په کړنو کې د انسان برید او واک) په اړه هېښنده یو، دا لیک مو درولېږه، چې په دې باب مو له خپلې او ستاسې د سترو پلرونو له ګروهې خبر کړئ؛ ځکه پوهې مو د خدای له پوهې سرچینه اخستې . تاسې پر خلکو ګواه یاست او خدای پر تاسې ګواه دی . داسې ځوځات یاست، چې زوکړه مو یو په بل پسې ده او خدای اورېدونکی او پوه دی .
امام حسن (رض) په ځواب کې ورته وکښل :
د لوراند او لورین څښتن په نامه، لیک دې راورسېد، که ستا خپله ځلبلاندي او تر تا مخکېنیو سرګرداني نه وای، نو ستا پوښتنه مې نه ځوابوله . اما بعد؛ څوک چې په قدر – که ښه وي که بد – ایمان و نه لري او ګروهن نه وي،چې خدای پرې پوهېږي؛ نو چورلټ کافر دی.
څوک چې ګناهونه په خدای پورې وروتړي (د جبر ګروهه) ؛ نو فاجر دی . په رښتیا، په زوره د خدای اطاعت نه کېږي او په نافرمانۍ او سرغړونې نه بېوسېږي[1]. خدای خلک پر خپل سر خوشې او له خپلې ولکې دباندې کړي نه دي، خدای د هر څه مالک دی، چې دوی ته یې ورکړي او پر هر ځواک قادر دی، چې دوی ته یې د کولو وس ورکړی دی[2] ؛ بلکې امر یې ورکړی، چې د خپل واک او اختیار له مخې یې ومني او نهې یې ورته کړې، چې د خپل واک له مخې له ګناهونو ډده وکړي. که الهي فرمان ته یې غاړه کېښووله، په لار کې یې څه خنډ نشته او که ګناه ته څوبتیا ورپیدا او ورمات شي او خدای وغواړي منت ورکېدي او د دوی او ګناه ترمنځ خنډ پیدا کړي؛ نو دغسې کړای شي او که دغسې ونه کړي؛ نو دا هغه نه دی، چې دوی په زوره ګناه ته اړ باسي او دا هغه نه دی، چې دوی یې بې له خپلې خوښې او څوبتیا پر ګناه کولو اړ کړي وي؛ بلکې بیا خدای احسان او نېکي ورسره کړې، چې لیدانه او بصیرت یې ورکړی، (خیر او شر) یې ورښوولی ( د کار د پایلو په اړه) يې ګواښلي دي، امر و نهی یې ورکړې ده. د پرښتو په څېر یې خټه د طاعت په اوبو اغږل شوط نه ده او نه یې پر ګناه کولو مجبور کړي دي . څرګند دلیل یوازې د خدای دی، که وغواړي، ټولو ته سمه لار ورښيی او د ښیون پر لارویانو دې سلام وي .
یو نصیحت
پوه شئ چې په حقیقت کې خدای چټي او خوشې پیدا کړي نه یاست او نه یې په خپل سر ایله کړي یاست . ستاسې عمر یې کښلی او ستاسې روزي یې ستاسې ترمنځ وېشلې، چې هر عقلمن خپل مقام وپېژني او پوه شي، څه چې ورټاکل او مقدر شوي، ورپربرخه به یې شي او څه چې تقدیر شوي ورته نه دی، پر برخه به یې نشي. خدای مو دنیوي لګښت پر غاړه اخستی، چې عبادت ته یې خاطر جمع وسئ، شکر ایستو ته یې هڅولي یاست، خپل ذکر (نمونځ) یې درباندې فرض کړي ، د تقوا سپارښتنه یې درته کړې، چې تقوا بې نهایته خوشحالي، د توبې ور، د هر حکمت خواله او د شرافت او هر کار لامل دی، هر یو ځان ساتی د تقوا په پار بریمن شوی دی . خدای تعالی وایي: ((بېشکه چې پرهیزګارانو ته ستره بریا ده![3]))او وایي: (( او خدای پرهېزګاران یې د بریاوو د وزلې له مخې ژغوري، نه سختي وررسي او نه غمجنیږي[4].))
نو ای د خدای بندګانو ! الهي تقوا په پام کې ونېسئ او پوه شئ که څوک د خدای لپاره تقوا خپله کړي؛ نو خدای له فتنو د وتنې لار ورښيي او په خپل چار کې یې بریالي کوي او د ښیون وزلې یې ورچمتو کوي، حجت او دلیل یې ورلاسبری کوي، سپین مخی به یې کړي او غوښتنی به یې ورپوره کړي او له هغوی سره به یې ملګری کړي، چې خدای خپلې پېرزوېنې ورپېرزو کړي ؛یعنې پېغمبران، رښتوني، شهیدان او صالحین.
(( او څوک چې د خدای او رسول اطاعت وکړي ( د قیامت پر ورځ به) د هغو خلکو ملګری وي، چې خدای خپل نعمت پرې لورولی دی (؛یعنې) له پېغمبرانو ، رښتینو، شهیدانو او نېکانو (سره به وي) او دوی ښه ملګري دي.[5]))
[1] [ نه بنده په اطاعت اړین او مجبور دی او نه خدای د ګناه له مخنیوي بېوسې دی]
[2] [ نو بندګان قدرت لري او او په زوره کار نه کوي؛ خو قدرت یې د خدای له لوري دی او په خپله کوم څیز نه لري]
[3] [نبا (۷۸) – (۳۱) آیت: ]
[4] [زمر (۳۹) – (۶۱) آیت: ]
[5] [نسا (۴) – ۶۹ آیت: ]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com