تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د اهل سنتو په ٤٦ مشهورو کتابونو کې د حضرت علي کرم الله وجهه ځانګړنې ليکوال: علامه سيد محمد باقر موسوي همداني لړلیک د ژباړن سريزه. 8 د حضرت علي کرم الله وجهه د فضايلو ډېرښت… 9 حضرت محمد (ص) او علي کرم الله وجهه تر آدم عليه السلام مخکې پېدا شوي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د اهل سنتو په ٤٦ مشهورو کتابونو کې د

حضرت علي کرم الله وجهه

ځانګړنې

ليکوال: علامه سيد محمد باقر موسوي همداني

لړلیک

د ژباړن سريزه. 8

د حضرت علي کرم الله وجهه د فضايلو ډېرښت… 9

حضرت محمد (ص) او علي کرم الله وجهه تر آدم عليه السلام مخکې پېدا شوي ول او خټه يې يوه ده. 9

حضرت آدم پر پنجتن پاک الله تعالی ته قسم ورکړ؛ نو وبښل شو.. 11

د پېغمبراکرم او حضرت علي شجره يوه ده. 12

د پېغمبراکرم او حضرت علي ټاکنه د څښتن له لوري وه. 12

څښتن خپل استازى په علي کرم الله وجهه تاييد کړ.. 14

د علي زوکړه په کعبه کې وه او پخپله د کعبې په څېر دى.. 15

رسول الله (ص)، علي روزنې ته بوت… 15

علي کرم الله وجهه په اسلام راوړو کې ړومبى و. 16

علي پر رسول الله (ص) په ايمان راوړو کې ړومبى تن و. 22

د علي ايمان تر ټولو پياوړى و. 25

حضرت علي ړومبى تن و چې لمونځ يې وکړ.. 25

حضرت علي د رسول الله په څېر لمونځ کاوه. 29

د حضرت علي د څېرې ښکلا.. 30

د حضرت علي القاب او کنيې. 31

په دعا پسې چې پر آل محمد درود وويل شي؛ نو قبلېږي.. 33

هغه لمونځ نه قبلبېږي چې پکې پر آل محمد درود و نه ويل شي. 34

پر محمد او آل يې د درود څرنګوالى. 35

آل محمد؛ علي، حسن، حسين او فاطمه دي.. 37

رسول الله منع کړي يو، چې بتراء درود مه وياست… 38

د تطهير آيت د رسول الله، علي، فاطمې، حسن او حسين په اړه راغلى دى.. 38

رسول الله په. 48

علي، فاطمه، حسن او حسين مباهله وکړه. 48

رسول الله، حضرت علي، فاطمې، حسن او حسين ته وويل: 52

انا حرب لمن حاربتم و سلم لمن سالمتم.. 52

څوک چې له رسول الله، علي، فاطمې، حسن او حسين سره مينه کوي؛ نو د الله تعالی له استازي سره به يې يوه درجه وي.. 54

د هل اتى سورت د حضرت علي، فاطمه، حسن او حسين په اړه نازل شوى دى.. 54

د مودت آيت د رسول الله د خپلوانو؛ علي، فاطمه، حسن او حسېن په اړه نازل شوى دى.. 59

د حضرت علي په اړه نازل شوي آيتونه. 62

افمن کان مؤمنا کمن کان فاسقا لا يستون (سجده؛ 17). 63

د حضرت علي په باب نازل شوى دى.. 63

افمن کان علي بينه من ربه و يتلوه شاهدمنه (هود؛ 17). 64

د علي په باب نازل شوى دى.. 64

فان الله هو مولاه و جبريل و صالح المؤمنين (تحريم؛ 40). 64

د حضرت علي به اړه راغلى دى.. 64

(و تعيها اذن و اعيه) (الحاقه؛ 12). 65

د حضرت علي په باب راغلى دى.. 65

(الذين ينفقون اموالهم باليل و النهار سراوعلانيه فلهم اجرهم عند ربهم ولا خوف عليهم ولا يحزنون (بقره؛ 274). 66

د علي په باب راغلى دى.. 66

ان الذين امنوا و عملوا الصالحات سيجعل لهم الرحمن وداً (مريم؛ 96) د حضرت علي به باب راغلى دى.. 66

ان الذين امنوا و عملوا الصالحات اولئک هم خېر البريه (بينه؛ 7). 67

د حضرت علي په باب راغلى دى.. 67

اجعلتم سقايه الحجاج و عماره المسجد الحرام کمن امن باالله واليوم الاخر (توبه؛ 19). 68

د حضرت علي په باب راغلى دى.. 68

(وقفوهم انهم مسئولون) (صافات: ٢٤). 69

د حضرت علي د دښمنانو په اړه راغلي آيتونه. 75

الله تعالی د حضرت علي له امله ددې امت د نجوا صدقه وبښله. 76

بې له حضرت علي بل چا د نجوى پر آيت عمل و نه کړ.. 77

له رسول الله سره د حضرت علي مقام.. 78

داسې راته يې؛ لکه هارون چې موسى ته و. 80

د رسول الله (ص) رور. 93

د رسول الله (ص) وزير.. 105

رسول الله (ص): علي له ما او زه له علي ځنې يم.. 108

د علي وينه او غوښه د رسول الله ده. 113

د رسول الله (ص) ځان.. 114

رسول الله (ص): د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.. 117

د يارانو مبارکي. 143

د “خم غدير” پر ورځ.. 146

رسول الله د علي پر سر پګړۍ کېښووه. 146

د ( يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک) آيت د. 146

“خم غدير” پر ورځ راغلى دى.. 146

د (اليوم اکملت لکم دينکم) آيت د. 147

“خم غدير” پر ورځ نازل شوى دى.. 147

حارث بن نعمان پر الهي عذاب ککړ شو؛ ځکه د “خم غدير” پر ورځ يې د الله تعالی د رسول پر کار خوښ نه شو.. 148

رسول الله (ص): تر ما روسته علي ولي دى.. 148

آيت: (انما وليکم الله و رسوله). 149

د رسول الله (ص) خليفه. 150

د رسول الله (ص) خلفا دولس تنه دي.. 151

د رسول الله (ص) وصي. 152

د رسول الله (ص) وارث… 155

رسول الله (ص): په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم.. 156

د رسول الله (ص) اهلبيت د حضرت نوح (ع) د بېړۍ په څېر دي.. 159

اهلبيت د امت امامان دي.. 160

د قيامت پر ورځ بې د رسول الله (ص) له سبب او نسبه ټول سبب او نسبونه پرې کېږي.. 160

د اهلبيتو په باب نازل شوي آيتونه. 162

په روايتونو کې د اهلبيتو فضايلو ته لنډه کتنه. 163

له اهلبيتو سره مينه. 165

له اهلبيتو سره دښمني او کړول يې.. 167

علي صديق اکبر دى.. 169

علي تر ټولو غوره بشر دى.. 170

يوازې علي او لارويان يې نېکمرغه دي.. 171

له حضرت علي لاروي له خدايه لاروي ده. 171

علي حجة الله، سيدالاصحاب او سيد العرب دى.. 172

علي سيدالمسلمين، اميرالمؤمنين، امام المتقين، قائدالغر المحجلين، فاروق الامة و يعسوب الدين دى.. 173

علي تل له حق او حق تل له علي سره دى.. 174

علي له قرآن او قرآن له علي سره دى.. 176

علي ته کتل او ياد يې عبادت دى.. 177

الله تعالی له علي سره خواله وکړه. 178

د رسول الله (ص) په دعا لمر علي ته راستون شو.. 178

د قرآن د دوو آيتونو د راتګ شان.. 182

د حضرت علي او فاطمة الزهرا واده. 183

د الله تعالی نبي بې د علي له وره د نورو ټولو اصحابو کرامو ورونه وتړل.. 185

د هر پېغمبر ځوځات له ځانه وي؛ خو د حضرت محمد (ص) ځوځات له علي دى.. 186

پر الله تعالی او استازي يې علي او پر علي هم الله تعالی او استازى يې ګران دي.. 188

رسول الله (ص) وايي: د الله تعالی حکم دى، چې له علي، سلمان، ابي ذر او مقداد سره مينه وکړم.. 191

حضرت علي څومره د الله تعالی پر استازي ګران و؟. 192

له علي سره مينه له الله تعالی او استازي سره يې مينه ده. 195

د حضرت علي د دوستانو ثواب او دښمنانو عذاب… 197

د علي دوستي هغه حسنه ده، چې سيئات سوځوي.. 198

بوټي او ونې هم له حضرت علي سره مينه کوي.. 199

له علي سره هر ډول چلن له رسول الله (ص) سره چلن دى.. 200

د حضرت علي پوهه. 202

د حضرت علي وړاندوينې. 207

يمن ته د حضرت علي کرم الله وجهه مسافرت… 210

علي کرم الله وجهه تر ټولو اصحابو کرامو پر قضا ښه پوهېده. 212

د حضرت ابوبکر (رض) ستر سلاکار. 216

د حضرت عمر (رض) ستر سلا کار. 217

حضرت علي ته د حضرت عثمان او معاويه بن ابوسفيان مراجعات… 228

د هجرت پر مهال د پېغمبر په بستره کې د علي څملاستل.. 234

د بدر د جګړې پر ورځ حضرت جبراييل وويل: لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على. 236

د احد غزا 238

د قيامت تر ورځې د علي. 239

مبارزه د امت تر ټولو کړنو غوره ده. 239

د خيبر او حنين غزاګانې.. 241

حضرت علي پر ځمکه سيف الله او اسدالله دى.. 243

د ټولو جګړو مشري د حضرت علي په لاس کې وه. 244

الله تعالی د حضرت علي زړه پر ايمان ازمېيلى دى.. 245

رسول الله به خطبه ويله او حضرت علي به يې وينا تقريروله. 246

يوازې حضرت علي د رسول الله پر اوږو وخوت… 247

د برائت د سورت تبليغ. 248

رسول الله حضرت علي ته دنده ورکړه. 250

چې پېريان راوبلي. 250

رسول الله د قرآن د تنزيل لپاره وجنګېد او حضرت علي به يې د تاويل لپاره جنګېږي.. 250

رسول الله علي ته د ناکثينو، قاسطينواو مارقينو د وژلو دنده ورکړې وه. 252

پر علي د ظلم په اړه د رسول الله (ص) وړاندوينه. 255

رسول الله (ص) ام المؤمنين عايشه له حضرت علي سره له جګړې منع کړې وه. 257

د رسول الله (ص) وړاندوينه: 259

حضرت عمار ياسر (رض) به ياغي او ظالمه ډله وژني.. 259

د حضرت عبدالله بن عمر خواشيني. 265

د خوارجو په اړه د رسول الله وړاندوينه. 266

د رسول الله (ص) بدني غښتلتيا ته يې په يوه کجوره يوه بوکه راايسته. 270

د علي کرم الله وجهه زهد.. 271

د حضرت علي عدالت، پاکلمنتوب او تقوى.. 274

د علي تواضع، سخاوت او بښنه. 276

د الله تعالی له حقه په دفاع کې پرېکندتوب… 279

د الله تعالی ذکر.. 280

حضرت حضرت معاويه بن ابي سفيان ته د ضرار په خبرو کې د حضرت علي کرم الله وجهه فضايل.. 281

حضرت علي د رسول الله له نظره. 282

تر رسول الله روسته يې د دندو سرته رسونکى.. 287

تر رسول الله (ص) روسته له حضرت علي سره د امت چلن.. 288

د حضرت علي د شهادت په هلکه د رسول الله وړاندوينه او داچې په کومه شپه او په کوم ساعت کې به په شهادت رسي. 290

حضرت علي ددې امت ذوالقرنين دى.. 293

د قيامت پر ورځ حضرت علي پر جنتي اوښ سپور دى.. 298

حضرت علي او لارويان به يې د حوض کوثر تر څنګ وي.. 300

له پل صراطه د تېرېدو لپاره د حضرت علي اجازه په کار ده. 300

حضرت علي د جنت او دوزخ ايشونکى دى.. 301

رسول الله، حضرت علي، جعفر، حمزه، حسن، حسين او مهدي د جنتيانو سادات دي.. 301

علي او لارويان يې د جنت آيتونه او مخالفين يې د دوزخ آيتونه دي.. 303

د حضرت فاطمة الزهرا فضايل.. 305

رسول الله او فاطمة الزهرا پر يو بل خورا ګران وو. 306

فاطمة الزهرا د نړۍ د ښځمنو اغلې ده. 308

حضرت فاطمة الزهرا د رسول الله (ص) په ويناوو کې. 309

د حسنينو فضائل.. 312

د امام مهدي د راښکاره کېدو په باب د رسول الله (ص) وړاندوينه. 318

سرچينې. 322

 

 

د ژباړن سريزه

امام علي کرم الله وجهه د نبوي ښار ور، د اسلام د برخليک سازو غزاګانو ستر سوبمن، د درې ګونو خلفاوو، اصحابو (رضي الله عنهم) او ان د حضرت حضرت معاويه بن ابي سفيان علمي مرجع او د حضرت عمر فاروق (رض) د وينا له مخې: ” داسې ستونزه به نه وي، چې علي يې هوارونکى نه وي” او د امام احمد حنبل (ره) د پلټنو له مخې، د نبي کريم په اصحابو کې د بې ساريو ځانګړنو خاوند دى.

ددې کتاب ژباړه، چې لولئ، د اهلسنتو په ٤٦ حديثي سرچينو کې د امام علي کرم الله وجهه ځانګړنې راټولې شوي او په لومړي ځل په پښتو اړول شوي دي، په دې کتاب کې د علي کرم الله وجهه په اړه داسې فضايل روايت شوي، چې زموږ په ټولنه کې خورا لږ پر ممبرونو او ليکنو کې يادېږي، دا کتاب لوستونکي ته د ديني پوهې په اړه نوى ور پرانځي او د پوهاوي نيمګړنې يې پوره کوي.

علامه سيد محمد باقر موسوي همداني د علامه سيد مرتضى فيروز آبادي د “فضايل الخمسه” له کتابه د علي کرم الله وجهه ، “حسنينو او حضرت فاطمة الزهرا فضايل او د امام مهدي په باب روايتونه راخستي او موږ يې د ١٣٦١ لمريز له چاپه ژپاړه کړې ده.

تمه ده، نوي کهول ته د “اسلامپوهنې” په لړ کې يو ګټور ور پرانستل شي.

په درنښت

 

 

د حضرت علي کرم الله وجهه د فضايلو ډېرښت

(رياض النضره: دويم ټوک: 214 مخ) وايي: له حضرت عمر څخه روايت دى، چې وايي: رسول الله وويل: ((يو پلټونکى هم د علي د ځانګړنو په څېر ځانګړنه تر لاسه کولاى نشي؛ علي ښیون غواړي، حق ته ورسيخوي او له هلاکته يې ژغوري او بې لارۍ له بې لارۍ باسي))

 دا خبره طبراني هم نقل کړې ده.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، 107 مخ) په خپل سند له محمد بن منصور طوسي روايت کړى، چې وايي: ما له احمدبن حنبل څخه واورېدل، چې و يې ويل: د رسول الله د يو صحابي فضايل هم د علي هومره نه دي نقل شوي.

(استيعاب: دويم ټوک، 466 مخ) احمدبن حنبل او اسماعيل بن اسحاق قاضي: د رسول الله د اصحابو د فضيلت په باب، چې په سمو اسنادو کوم روايتونه راغلي، د علي هومره د يو صحابي په باب هم نه دي راغلي. په دې خبره احمدبن شعيب بن علي نسائي هم منښته کړې ده.

ليکوال: پر دې خبره ابن حجر په صواعق72 مخ، عسقلاني په فتح الباري؛ شپږم ټوک، 71 مخ او شبلنجي د نورالابصار په 73 مخ کې هم منښته کړې او شبلنجي هم دا خبره له ابي علي نيشابوري نقل کړې ده.

 حضرت محمد (ص) او علي کرم الله وجهه تر آدم عليه السلام مخکې پېدا شوي ول او خټه يې يوه ده

(رياض النضره: 2ټوک، 164 مخ) له سلمان څخه روايت راخستى، چې و يې ويل: د الله تعالی له استازي مې واورېدل چې و يې ويل: ((زه او علي له الله تعالی سره نور وو او چې الله تعالی آدم پېدا کړ؛ نو هغه نور يې دوه برخې کړ، چې يوه برخه يې زه او بله يې علي شوه.))

د رياض خاوند وايي: دا روايت احمد هم په خپل مناقب کې راخستى دى.

ليکوال: ذهبي هم دا روايت د ميزان الاعتدال د لومړي ټوک په 235 مخ کې له ابن عساکرا و سلمان پارسي نقل کړى دى.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، 128 مخ) وايي: له بريده روايت دى، چې وايي: رسول الله، حضرت علي د يمن په جګړه کې د لښکر مشر کړ او خالد بن وليد يې پر جبل امير کړ او و يې ويل: ((که دا دواړه لښکرې سره يو ځاى شوې؛ نو مشر به مو علي وي.)) چې همداراز هم وشول او له دې جګړې ډېر زيات غنيمت لاس ته راغى، چې دومره غنيمت لا په يوه جګره کې هم لاس ته نه و راغلى. علي د غنيمت په خمس (پينځمه) کې يوه وينځه واخسته. حضرت خالدبن وليد، بريده ته وويل: شاهد وسه، چې علي د ځان لپاره وينځه ځانګړې کړه. بريده وايي: مدينې ته راغلم او جومات ته ولاړم او و مې ليدل، چې رسول الله په کور کې دى او يوه ډله اصحاب ورته د کور په وره کې په تمه دي، چې خلکو وپوښتلم: بريده څه حال او احوال دى؟ ورته مې وويل: الله تعالی برى د مسلمانانو پر برخه کړ. وويل شول: ولې راغلى يې؟ و مې ويل: راغلى يم، چې رسول الله ته د هغې وينځې په باب خبر ورکړم، چې علي په غنيمت کې ځان ته ځانګړې کړې. راته وويل شول: هو! همداراز وکړه، چې علي د رسول الله له سترګو ولوېږي. زه خبر نه وم، چې دا ټولې خبرې پاک نبي اورېدلى، چې غوسه له کوره راووت او و یې ويل:

 ((پر خلکو څه شوي، چې غواړي پر علي نيوکې وکړي. چاچې پر علي نيوکه وکړه؛ نو پر ما يې کړې. څوک چې له علي بېل شو؛ نو له ما به بېل شوى وي. به رښتيا چې زه له علي او علي له ما ځنې دى. هغه زما له خټې او زه د ابراهيم له خټې جوړ شوى يم؛ خو زه تر ابراهيمه افضل يم (ذريه بعضها من بعض و الله سميع عليم) بريده! خبر نه يې، چې په غنيمت کې تر يوې وينځې د علي برخه ډېره ده؟ او خبر نه يې چې هغه تر ما روسته ستاسې ولي او مشر دى؟))

و مې ويل: رسول الله! ستا دې قسم پر هغو خبرو وي، چې و دې کړې، يو ځل بيا لاس راکړه، چې بيعت درسره وکړم او له سره اسلام راوړم او بيا وايي: او تر بيعت او بيا اسلام راوړو مخکې ترې بېل نه شوم.

هيثمي وايي: دا روايت طبراني په اوسط کې هم راوړى دى.

(د بغداد تاريخ: 6ټوک، 58 مخ) پر خپل سند له موسى بن جعفر بن محمد بن علي له پلار او له نيکه روايت کړى: ((رسول الله وويل: زه او هارون د عمران زوى او يحيى بن زکريا او علي ابن ابي طالب له يوې خټې يو.))

(حلية الاولياء: لومړى ټوک، 86 مخ) پر خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې و يې ويل: ((رسول الله وويل: څوک چې غواړي زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او په هغه جنت کې مېشت شي، چې الله تعالی راته ځانګړى کړى؛ نو تر ما روسته دې له علي سره مينه وکړي او بايد، چې د علي له دوستانو سره هم مينه وکړي او بايد تر ما روسته له امامانو لاروي وکړئ، چې هغوى زما عترت او زما له خټې جوړ شوي او ځانګړې پوهه او علم ورکړل شوى او هغه دې وېرېږي، چې زما په امت کې وي او د دوى فضايل دورغ وګڼي، له هغوى سره زما پيوند پرې کړي؛ نو الله تعالی به يې زما له شفاعته بې برخې کړي.))

حضرت آدم پر پنجتن پاک الله تعالی ته قسم ورکړ؛ نو وبښل شو

د خوشحال خټک دې حشر له هغو شي

           چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم وي

(خوشحال بابا)

                         

(سيوطي په درالمنثور کې د “فتلقى ادم من ربه کلمات” په تفسير کې) د بقرې په سورت کې وايي: ابن نجار له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى: رسول الله مې وپوښت: د ا ټکي څه ول، چې حضرت آدم له خدايه تلقي کړل او الله تعالی د هغو ټکيو په درناوي وباښه؟ و يې ويل: پر محمد، علي، فاطمه، حسن او حسين قسم و.

(کنز العمال: 1 ټوک، 224 مخ) وايي: له حضرت علي روايت دى: رسول الله مې وپوښت: د (فتلقى ادم من ربه کلمات) په آيت کې د کلمات له ټکي مراد څه دى؟ رسول الله راته وويل: الله تعالی آدم په هند کې او حوا په جده کې له اسمانه راکوزه کړه او آدم په هند کې پر خپله کړې ګناه سل کاله وژړل، چې حضرت جبراييل راغى او د الله تعالی له لوري يې وويل: آدمه! مګر ته مې په خپل لاس جوړ نه کړې؟ مګر له خپلې ساه مې در پو نه کړه او مګر پرښتې مې درته پر سجده نه کړې؟ حضرت آدم د ټولو پوښتنو ځواب هو ورکړ؛ نو الله تعالی وويل: دا دومره ژړا د څه لپاره؟ آدم وويل: ځکه د الله تعالی له رحمته لرې شوى يم. حضرت جبراييل وويل: تا ته په کار دي، چې پر دې کلماتو الله تعالی ته قسم ورکړې او هغه توبه منونکى او بښونکى دى او هغه کلمات دادي: (اللهم اني اسئلک بحق محمد و آل محمد، سبحانک لا اله الا انت عملت سو و ظلمت نفسي فتب على انک انت التواب الرحيم) دا څو ځل ووايه، چې الله تعالی دې وبښي.

د کنزالعمال خاوند وايي: دا روايت ديلمي هم راوړى دى.

ليکوال: سيوطي هم په در المنثور کې تر همدې آيت لاندې دا روايت راوړى او ويلي يې دي: ديلمي د مسند الفردوس په کتاب کې دا روايت له حضرت علي په يو سند روايت کړى او بيا يې د ديلمي روايت په لږ توپير نقل کړى دى.

د پېغمبراکرم او حضرت علي شجره يوه ده

(مستدرک الصحيحين: دويم ټوک، 214 مخ) پر خپل سند له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي: د الله تعالی له استازي مې واورېدل، چې حضرت علي ته يې وويل: علي! خلک هر يو له يوې شجرې وي؛ خو زما او ستا شجره يوه ده او بيا يې دا آيت ولوست: و جنات من اعناب و نخيل صنوان يسقى و غير صنوان يسقى بما واحد).

حاکم وايي: دا حديث له هغو حديثونو ځنې دى، چې سند يې صحيح دى.

ليکوال: سيوطي هم دا روايت په در المنثور کې د رعد د سورت په پيل کې د ((و في الارض قطع متجاوزات و جنات من اعناب و زرع و نخيل صنوان و غېر صنوان)) تر آيت لاندې راوړى او ابن مردوديه هم دا روايت نقل کړى دى.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، 160 مخ) پر خپل سند د عبدالرحمن له مريي روايت کړى، چې ويل يې: له ما يې زده کړئ او وا يې ورئ، مخکې تردې چې احاديث له اباطيلو سره ګډ شي، چې ما د الله تعالی له استازي واورېدل: زه ونه او فاطمه يې ښـاخونه او علي يې لقاح او حسن او حسين يې مېوې او لارويان يې پاڼې دي او اصلي جرړه يې د عدن په جنت کې ده او نورې ريښې يې په نورو جنتونو کې دي.

(کنوز الحقايق: 155 مخ) دا روايت داسې راوړى: ((خلک له ډول ډول شجرو دي؛ خو زه او علي له يوې شجرې يو)) او ليکونکى بيا زياتوي، چې دا روايت ديلمي هم له حضرت جابر څخه نقل کړى دى.

(ذخاير العقبى) پر خپل سند له عبدالعزيز او د الله تعالی له استازي روايت کړى، چې و یې ويل: زه او اهل بيت مې په جنت کې يوه ونه يو، چې ښاخونه يې په دنيا کې دي او چاچې پر موږ منګولې ښخې کړې؛ نو خپل څښتن ته به يې لار موندلې وي.

ذخاير بيا وايي: دا حديث ابوسعد په شرف النبوه کې هم نقل کړى دى.

د پېغمبراکرم او حضرت علي ټاکنه د څښتن له لوري وه

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، 129 مخ) پر خپل سند له حضرت ابوهريره روايت کړى، چې و يې ويل: بي بي فاطمې، رسول الله ته وويل: زه دې علي ته ورکړم، چې يو غريب سړى دى؟ رسول الله وويل: فاطمې خوښه نه يې؟ سره له دې، چې څښتن ټول عالم ته وکتل او دوه تنه يې پکې وټاکل، چې يو زه او بل ستا مېړه علي دى.

ليکوال: دا حديث خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د څلورم ټوک په 195 مخ کې له څو کسانو راخستى، چې پکې راغلي: روسته تر دې چې پېغمبراکرم، حضرت فاطمه، علي ته ورکړه؛ نو بي بي فاطمې وويل: الخ.

 (اسدالغابه: څلورم ټوک، 42 مخ) پر خپل سند له علي بن علي هلالي روايت کړى، چې و یې ويل: له رسول الله کره ولاړم، چې رنځور و او د هماغې رنځورۍ له امله يې ساه هم ورکړه؛ و مي ليدل، چې فاطمه ورته سر ته ناسته ده او دومره يې ژړل، چې غږ يې اورېدل کېده، چې د الله تعالی استازي وويل: د زړه سره! ولې ژاړې؟ فاطمة الزهرا وويل: وېر‌ېږم، چې تر تا روسته بې کسه پاتې شم. رسول الله وويل: زړګيه! مګر خبره نه يې، چې الله تعالی پر ځمکه انسانانو ته يو نظر وکړ؛ هغه نظر چې بې له هغه پرې څوک نه پوهېږي او بيا يې په ټولو خلايقو کې ستا پلار وټاکه او چې يو ځل بيا يې نظر وکړ؛ نو ستا مېړه يې وټاکه او حکم يې راکړ، چې تا ورواده کړم.

د اسد الغابه خاوند وايي: دا حديث ابو موسى او ابو نعيم نقل کړى دى.

ليکوال: هيثمي هم د خپلې مجمع د نهم ټوک په 165 مخ کې او طبري د ذخاير العقبى په 135 مخ کې هر يو په مفصله توګه د ا حديث نقل کړى، چې ډېر ژر به يې د (علي؛ د پېغمبراکرم وصي) په باب کې را وړو هيثمي دا هم ويلي: دا حديث طبراني په دوو کتابونو؛ کبير او اوسط کې راوړى او محب طبري هم ويلي: دا حديث حافظ ابوالعلاء همداني هم نقل کړى دى.

(کنز العمال6 ټوک، 153 مخ) روايت په دې عبارت نقل کړى: ((مګر نه پوهېږې، چې الله تعالی پر ځمکه ستا پلار په نظر کې ونيو او هغه يې د نبوت لپاره وټاکه اوچې بل ځل يې ځمکې ته نظر کړ؛ نو ستا مېړه ته يې نظر کړ او ما ته يې وحې وکړه، چې هغه ته دې ورکړم او خپل وصي او ځايناستى يې کړم؟)) راوي وايي: دا خبرې يې فاطمې ته وکړې او بيا د کتاب ليکوال وايي: دا روايت طبراني له ابي ايوب څخه نقل کړى دى.

ليکوال: دا حديث هيثمي هم د مجمع الزوايد د شپږ م ټوک په 263 مخ کې راوړى دى.

(کنز العمال: 6 ټوک، 153 مخ) روايت داسې نقل کړى: خوښه نه يې چې هغه چا ته مې ورکړې، چې تر ټولو ړومبى يې اسلام راوړى او تر ټولو عالم دى؟ او داچې ته زما د امت د ښځو اغلې يې؛ لکه څنګه چې مريم د خپل قوم د ښځو اغلې وه ؟خوښه نه يې چې الله تعالی ځمکې ته نظر کړي او پکې دوه کسه وټاکي، چې يو يې ستا پلار او بل يې ستا مېړه وي؟ او بيا وايي: دا روايت حاکم او طبراني او خطيب هم نقل کړى دى.

(کنز العمال: 7 ټوک، 103 مخ) له حضرت ابن عباس څخه راويت کړى، چې و یې ويل: رسول الله وويل: الله تعالی راته د اهلبيتو په درېو کسانو کې پر ټول امت غوره والى راکړ او په قيامت کې د هغه درې کسانو سيد او د آدم د اولادې ښاغلى کړم او دا خبره له وياړه نه کوم او هغه درې تنه؛ علي، حمزه او جعفر بن ابيطالب دي؛ يوه ورځ موږ په خپل ابطح کې ويده وو او هر يو له ځانه يو څادر تاو کړى و؛ علي مې ښي اړخ ته، جعفر مې کيڼ لوري ته او حمزه مې پښو ته پروت و، چې د پرښتو د وزرو غږونو را پاڅولم او سر مې د علي لستوڼي ته و او جبراييل او درې نورې پرښتې مې مخامخ وکتې او وا مې ورېدل، چې يوه له درېو پرښتو جبراييل پوښتي: په دې څلورو کې کوم يو ته راغلى يې او جبراييل پخپله پښه ما ته اشاره وکړه، چې ده ته رالېږل شوې يم او دا د آدم د ځوځات ښاغلى دى او بيا هماغې پرښتې وپوښتل: د ا څوک دى؟ جبراييل وويل: محمد بن عبدالله د انبياوو ښاغلى او دا علي او هغه حمزه سيد الشهدا‌ء او هغه هم جعفر دى، چې په جنت کې دوه وزرې لري او چېرې، چې وغواړي، الوځي به.

د کنز خاوند وايي: دا روايت يعقوب بن سفيان، خطيب او ابن عساکر نقل کړى دى.

څښتن خپل استازى په علي کرم الله وجهه تاييد کړ

(د بغداد تاريخ: 11 ټوک، 173 مخ) پر خپل سند له انس بن مالک څخه روايت کړى، چې و یې ويل: رسول الله وويل: معراج ته چې يې بوتلم؛ نو پر عرش يې ليکلي وو: لا اله الا الله محمد رسول الله ايدته بعلي؛ يعنې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد يې استازى دى او په علي مې تاييد کړ.

سيوطي په درالمنثور کې تر ((سبحان الذي اسرى بعبده ليلا من المسجد الحرام))آيت لاندې ليکي: ابن عدى او ابن عساکر له انس بن مالک څخه روايت کړى، چې ويل يې: رسول الله وويل: معراج ته يې چې بوتلم؛ نو پر عرش يې ليکلي ول: لا اله الا الله محمد رسول الله ايدته بعلي؛ يعنې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد يې استازى دى او په علي مې تاييد کړ.

(ذخاير العقبى؛ 69 مخ) دا حديث راوړى او ويلي يې دي: ملا هم هغه په خلاه سيرة کې روايت کړى دى (کنزالعمال: 6ټوک، 158 مخ) هم دا حديث په څه اختلاف راوړى او د طبراني وينا يې د کبير په کتاب کې له ابي الحمراء نقل کړې ده او په هماغه مخ کې يې يو بل روايت په دې مضمون راوړى او ابن عساکر او ابن جوزي له دوو لارو له ابي الحمراء روايت کړى دى.

ليکوال: ابونعيم هغه په لږ اختلاف د حلية د 3 ټوک په 26 مخ کې په خپل سند له ابي الحمراء نقل کړى دى.

د علي زوکړه په کعبه کې وه او پخپله د کعبې په څېر دى

(مستدرک الصحيحين: 3 ټوک، 483 مخ) وايي: د ا خبره تواتر ته رسېدلې، چې فاطمې بنت اسد علي په کعبه شريفه کې وزيږاوه.

(نورالابصار: 69 مخ) وايي: علي په مکه کې په بيت الحرام کې وزيږېد _ او دا زوکړه د يو قول له مخې د جمعې پر ورځ، د رجب د مياشتې په ديارلسم، تر عام الفيله دېرش کاله روسته وه (؛ يعنې د رسول الله تر زوکړې دېرش کاله روسته او ديارلس کاله او د بېلابېلو روايتونو له مخې 12 کاله، لس کاله تر بعثته مخکې و او ترې مخکې او نه روسته د چا زوکړه په کعبه کې نه وه، چې دا خبره ابن صباغ هم کوي.

(کنزالحقايق: 188مخ) د الله تعالی له استازي نقل کړي، چې و يې ويل: ((علي! مقام دې د کعبې په څېر دى.)) دا روايت ديلمي هم نقل کړى دى.

(اسد الغابه: 3ټوک، 31 مخ) پر خپل سند له صنالجي له علي روايت کړى چې و يې ويل: رسول الله وويل: ته د کعبې په څېر يې او ټول بايد درشي؛ خو ته به په چا پسې نه ځې. (د حديث تر پايه).

رسول الله (ص)، علي روزنې ته بوت

(مستدرک الصحيحين: 3ټوک، 576 مخ) پر خپل سند له مجاهد ابن جبر ابي الحجاج څخه روايت کړى، چې و یې ويل: الله تعالی علي ته دا نعمتونه ورکړل: د رسول الله په لمنه کې وروزل شو؛ په هغو ورځو کې، چې قريش په تنګسه کې ول او د ابوطالب هم واړه زاګه ډېر ول؛ نو رسول الله خپل تره حضرت عباس ته _ چې د نورو بني هاشمو په پرتله يې واړه کم ول _ وويل: اباالفضله! رور دې ابوطالب واړه ډېر لري او نور خلک هم ويني، چې په تنګسه کې دى؛ نو راځه چې ورشو او د وړو پېټې يې لږ له اږو ورته کم کړو او ته هم ترې يو زوى راوړه او زه به هم ترې يو زوى راوړم. عباس وويل: ډېر ښه وړانديز دى او د ابوطالب د کور پر لور شول او ورته يې وويل: تر هغه چې الله تعالی له دې تنګسې نه يې راايستى؛ نو غواړو د وړو پېټى دې يو څه سپک کړو. ابو طالب وويل: عقيل ما ته پرېږدئ او نور ستاسې؛ نو بيا رسول الله علي په غېږ کې راونيو او عباس جعفر په غېږ کې راونيو او په پايله کې علي به تل رسول الله سره و، چې الله تعالی محمد پېغمبرۍ ته وټاکه او علي پر پېغمبر ايمان راوړ او جعفر هم له عباس سره و، چې اسلام يې راوړ او له هغه مړه خوا شو.

علي کرم الله وجهه په اسلام راوړو کې ړومبى و

(صحيح ترمذي: 2 ټوک، 301 مخ) پر خپل سند له ابي حمزه _ انصاري _ څخه روايت کړى، چې و يې ويل: له حضرت زيد بن ارقم نه مې واورېدل، چې و يې ويل: علي ړومبى تن و، چې اسلام يې راوړ.

دا روايت حاکم د مستدر ک الصحيحين د 3 ټوک په 136 مخ کې نقل کړى او صحيح يې ګڼلى او نسائي هم د خصايص په 2 مخ کې راوړى او ابن سعد هم د طبقات د 3 ټوک لومړۍ برخې په 12 مخ کې نقل کړى او هم ابن اثير د اسد الغابه د 4 ټوک په 17 مخ کې راوړى او همداراز متقي؛ کنزالعمال، 6 ټوک، 40 مخ.

ابن شيبه او احمدبن حنبل د مسند په 4 ټوک کې پر دوو سندونو؛ يو په 368 مخ او بل په 371 مخ کې نقل کړى.

ابن جريرطبري هم د خپل تاريخ د 2 ټوک په 55 مخ کې پر دوو سندونو؛ له محمد بن منکدر او ربيعه بن ابي عبدالرحمن او ابي حازم مدني او کلبي نقل کړى، چې ټولو ويلي دي : ((او علي هغه مهال نهه کلن و.))

(مستدرک الصحيحين: 3 ټوک، 465 مخ) له حضرت ابن عباس څخه له ابو موسى اشعري همدا مضمون او د هماغه ټوک په 136 مخ کې له سلمان څخه په دې مضمون روايتوي: رسول الله وويل: ((په تاسې کې به تر ټولو ړومبى هغه ما ته د کوثر د حوض غاړې ته راشي، چې تر ټولو ړومبى يې اسلام راوړى وي او هغه علي دى.))

او همداراز دا حديث خطيب بغدادي د خپل تاريخ د 2 ټوک په 18 مخ، ابن عبد البر؛ استيعاب: 2 ټوک، 457 مخ. ابن اثير؛ اسد الغابه: 4 ټوک، 17 مخ او مناوي په کنوزالحقايق کې يې تر نقلولو روسته وايي: دا حديث ديلمي او هم کنزالعمال په شپږم ټوک، 400 مخ کې راوړى او کنزالعمال د ابن ابي شيبه خبره هم راوړې او همداراز هيثمي هغه د مجمع د 9 ټوک په 102 مخ کې نقل کړى او د طبراني خبره يې هم راخستې ده.

(مستدرک الصحيحين: 3ټوک، 499 مخ) پر خپل سند له قيس بن ابي حازم څخه روايت کړى، چې وايي: په مدينه کې وم، چې په دې ترڅ کې، چې په بازار کې مې چکر واهه، چې باحجارزيت ته ورسېدم او ومې ليدل، چې يوه ډله د يوه سواره شاوخوا ته راټول شوي او هغه هم علي ته کنځلې کوي، خلکو هم ورته غوږ نيولى و او چا هم ورته څه نه ويل، چې دا مهال ناڅاپه حضرت سعد بن ابي وقاص راورسېد او ورسره ودرېد او و يې پوښتل: څوک دى؟ وويل شول: يو سړى دى، چې علي ته کنځلې کوي. سعد غوښتل رامخکې شي؛ خو خلکو لار ور نه کړه؛ خو سعد پخپله ځان هغه سړي ته ورورساوه او و يې پوښته: سړيه! ولې علي ته کنځلې کوې؟ مګر علي تر ټولو ړومبى اسلام را نه وړ؟ مګر هغه تر ټولو مخکې د الله تعالی له استازي سره لمونځ و نه کړ؟ مګر هغه تر ټولو زاهد نه و؟ مګر تر ټولو پوه نه و؟ او همداراز د علي يو يو فضليت يې وايه، چې دلته راورسېد: مګر هغه د الله تعالی د استازي زوم نه و؟ مګر د الله تعالی داستازي د جګړو بېرغچي نه و؟ او پر دې مهال مخ په قبله ودرېداو دعا يې وکړه: خدايه! دا سړى ستا يو ولي ته کنځلې کوي؛ نو مخکې له دې، چې خلک له دې ځايه خواره شي، خپل زور وروښيه.

قيس وايي: پر الله تعالی قسم! تر اوسه لا خواره شوي نه وو، چې د سړي اس اوټاو شو او لاندې يې راګوزار کړ او سر يې پر ډبره ولګېد او د سر ماغزه يې وشيندل شول.

حاکم وايي: دا حديث د اعتبار لپاره ټول هغه شرايط لري، چې مسلم او بخاري يې د يو حديث د اعتبار لپاره غواړي.

(احمد حنبل؛ مسند: 5 ټوک، 26 ټوک) پر خپل سند له معقل يسار څخه نقلوي: يو ه ورځ مې رسول الله پرېمنځه؛ نو راته يې وويل: لېوال يې چې له فاطمې سره ملاقات وکړې؟ ورته مې وويل: هو! بيا پاڅېد حال دا، پر ما يې ډډه وهلې وه او و يې ويل: خبر شه، چې ډېر ژر به مې دروندوالى بل زغمي او يوازې ته به يې اجر وړې او په هماغه حال کې مې وليدل، چې هغه مبارک بېخي دروند نه دى؛ ته وا؛ لکه چې بېخي وزن نه لري او په همدې حال کې د بي بي فاطمې کور ته ورننووتو؛ نو رسول الله وويل: ((پر الله تعالی چې خپګان او رنځ مې ډېر شوى دى.))

ابو عبدالرحمن وايي: ما د خپل پلار په کتاب د هغه په خپل خط دا حديث داسې وموند، چې رسول الله بي بي فاطمې ته وويل: خوښه نه يې چې داسې سړي ته مې ور واده کړې، چې تر ټول امته مخکې يې اسلام راوړ او تر ټولو يې پوهه او زغم يې ډېر دى؟

دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په 153 مخ کې راوړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په 101 او 114 مخونو کې راوړى او دواړو ويلي، چې هغه طبراني روايت کړى دى.

(امام ابي حنيفه؛ مسند: 247 مخ) پر خپل سند له حبه روايت کړى، چې و يې ويل: له علي مې واورېدل، چې ويل يې: ((ما ترټولو ړومبى اسلام راوړ او د الله تعالی له استازي سره مې لمونځ وکړ.))

خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د څلورم ټوک په 223 مخ کې دا روايت راوړى دى.

(الاصابه: 4ټوک، لومړى قسم، 118 مخ) وايي: ابن شاهين له ابراهيم ابن جعفر له پلار يې جعفر بن عبدالله بن سلمه له عمرو بن مره جهني او عبدالله بن مزني _ دا دواړه اصحابان وو _ له جابر څخه روايت کړى، چې ټولو به ويل: ((علي ړومبى تن و، چې اسلام يې راوړ.))

(الاصابه: 8 ټوک، لومړى قسم، 183 مخ) وايي: له علي بن هاشم بن يزيد څخه يې روايت راوړى، چې ليلاى غفاريه راته وويل: د الله تعالی له استازي سره جګړې ته تللې وم، چې هلته د ټپيانو ټپونه درمل کړم او چې کله علي د بصرې جګړې ته ته او چې هلته مې ام المؤمنين عايشه وليده، ورغلم، ورته مې وويل: د الله تعالی له استازي دې نه اورېدل، چې د علي د فضايلو په ويلو نه مړېده. عايشې بي بي را ته وويل: ولې اورېدلي مې ترې ول او ښه مې يادېږي؛ پر هغه ورځ، چې علي رسول الله ته راغى او رسول الله له ما کره و او له ځانه يې يو زوړ څادر راتاو کړى و، چې علي راغى او زما او د رسول الله په منځ کې کېناست؛ نو ورته مې وويل: له دې ځايه دې بل پراخ ځاى و نه موند، چې راغلې او دلته کېناستې؟رسول الله راته وويل: عايشې! رور ته مې داسې خبره مه کوه؛ هغه تر ټولو ړومبى اسلام راوړ او تر ټولو روستى به وي، چې راسره پر کړې ژمنه ولاړ وي او د قيامت پر ورځ به هغه ړومبى تن وي، چې ما به ويني.

(اسد الغابه: 5 ټوک، 520 مخ) پر خپل سند له حارث او له حضرت علي روايت کړى، چې و يې ويل: حضرت ابوبکر او حضرت عمر د رسول الله پر لور فاطمې مرکه وکړه؛ خو رسول الله يې مرکه و نه منله، چې حضرت عمر وويل: علي! ته د فاطمې يې. ما وويل: زه خو د دنيا له ماله هېڅ نه لرم او يوازې دا زغره لرم او بالاخره رسول الله خپله لور علي ته ورکړه او دا خبره، چې فاطمې ته ورسېده؛ نو و یې ژړل، چې رسول الله ورغى او ورته يې وويل: لورې! ولې ژاړې؟ پر الله تعالی قسم! په مسلمانانو کې مې تر ټولو پوه او هغه ته ورکړې، چې حلم يې تر ټولو ډېر دى او تر ټولو ړومبى يې پر ما ايمان راووړ.

(متقي؛ کنزالعمال، 6 ټوک، 392 مخ) ددې حديث تر نقلولو روسته په اختلاف سره وايي: دا روايت ابن جرير(دا روايت صحيح ګڼلى) او دولابي د (الذريه الطاهره) په کتاب کې نقل کړى دى.

(رياض النضره: 2ټوک، 182 مخ) وايي: او له حضرت انس څخه روايت دى، چې کله رسول الله خپله لور فاطمه حضرت علي ته ورنکاح کړه؛ نو رسول الله ام ايمن ته وويل: لور مې ناوې کړه او د علي کور ته يې يوسه! او ورته ووايه: تر هغې لاس مه وروړه، چې زه نه يم راغلى او د ماڅښتن تر لمانځه روسته يې د اوبو يو لوښى راواخست او پکې اوبه يې په دعا دم کړې او بيا يې علي ته وويل: له دې اوبو وڅښه او اودس هم پرې وکړه او بيا يې فاطمې ته همدا خبره وکړه او په داوړو پسې يې ور وتاړه، چې فاطمې وژړل. رسول الله وپوښتله: ولې ژاړې؟ حال دا، داسې سړي ته مې ور واده کړې يې، چې تر ټولو مخکې يې اسلام راوړ او تر ټولو يې خوى غوره دى (او بيا وايي: ) د ا حديث ابوالخير حاکمي هم نقل کړى دى.

(استيعاب: 2ټوک، 456 مخ) د حضرت علي د اسلام او پر نورو اصحابانو يې د غوره والي په اړه پر خپل سند په 457 مخ کې له حضرت عمر او غفره مريي روايت کړى، چې و یې ويل: محمد بن کعب قرظي وپوښتل شو: ړومبى تن څوک و، چې اسلام يې راوړ؟ علي و که ابوبکر؟ په حيرانتيا يې ځواب ورکړ: سبحان الله؛ په هغو دوو کې علي ړومبى و او که په دې باب څوک تېروتي وي؛ نو له دې امله به وي، چې علي خپل اسلام له خپل پلار پټاوه؛ خو ابوبکر خپل اسلام ښکاره کړ؛ ګنې هېڅ شک نشته، چې علي تر ټولو ړومبى اسلام راوړ (ليکوال: کېداى شي دا پټول د ابوطالب تر ايمان راوړو مخکې وي) او په 458 مخ کې پر خپل سند له قتاده له حسن او په هماغه مخ کې يې له حضرت ابن عباس څخه په همدې ټکيو يو بل روايت نقل کړى او بيا يې ويلي: دا روايت له دوو معتبرو او ښو لارو له ابن عمر نه هم نقل شوى دى.

ابن اثير؛ اسدالغابه، 4ټوک، 17 مخ او همداراز هيثمي؛ مجمع الزوايد، 9 ټوک، 395 مخ هم دا روايت له طبراني راخستى دى.

(کنز العمال: 6ټوک، 395 مخ) له حضرت عمر نه روايت کړى، چې و يې ويل: هېڅکله علي ته بدرد و نه وياست او نيوکه پرې و نه کړئ؛ ځکه د الله تعالی له استازي مې په اړه يې درې ځانګړنې واورېدې، چې که يوه يې ما درلوداى؛ نو تر ټولو هغو څيزونو به را ته ښه وې، چې پر ځمکه پرې لمر لږي او بيا وايي: د الله تعالی له استازي سره وم چې ابوبکر، ابو عبيده جراح او يوه ډله نور اصحاب هم ورسره ول، چې رسول الله د علي پر اوږه لاس کېښود او و یې ويل: ((علي! ړومبى تن وې، چې اسلام دې راوړ او ړومبى تن وې، چې ايمان دې راوړ او داسې راته يې؛ لکه هارون چې موسى ته و)) (بيا وايي) د ا روايت ابن النجار هم نقل کړى دى او په خپله کنزالعمال هم پر يو بل سند له حضرت ابن عباس او حضرت عمر بن خطاب نه نقل کړى دى، چې و يې ويل: په علي پسې سپکې مه وياست او هېڅکله ورپسې بدې ردې مه وياست، چې له رسول الله نه مې واورېدل، چې ويل يې: په علي کې درې ځانګړنې دي. حضرت عمر په پاى کې ويلي دي : رسول الله وويل: ((علي! راته به دروغ وايي، چې راته وايي مينه درسره لرم؛ خو تا دښمن ګڼي.))

(د کنزالعمال خاوند وايي: ) دا حديث حسن ابن بدر په روايات خلفاء کې او حاکم په کني کې او شيرازي په القاب کې را وړى دى.

(کنزالعمال: 6ټوک، 153 مخ) د علي د اسلام، زغم او علم په باب روايت راوړى، چې طبراني هم نقل کړى او همداراز د شپږم ټوک په 153 او 397 مخونو کې يو بل روايت راوړى او ويلي يې دي: دا روايت خطيب د المتفق و المتفرق په کتاب کې له حضرت بريده نقل کړى او په 153 مخ کې همدې روايت ته نږدې يو بل روايت په دې زياتوالي راوړى، چې پرښتو د علي تر اسلامه اوه کاله مخکې پر ما او علي درود وايه. (له ابن عسا کر نه نقل شوى دى)

(حلية الاولياء: 4ټوک، 294 مخ) پر خپل سند له حسن نه روايت کړى، چې و يې ويل: همداچې حجاج بن يوسف، سعيد بن جبير لاس تړلى ونيو؛ نو ورته يې وويل: شقي بن کسير يې؟ ورته يې وويل: سعيد بن جبير يم. ورته يې وويل: بلکې ته شقي بن کسير يې. و يې ويل: ستا په پرتله مور مې زه او زما نوم ښه پېژانده؛ ورته يې وويل: ته د محمد په اړه څه وايې؟ پوښتنه يې وکړه: مراد دې رسول الله دى؟ و يې ويل: هغه د آدم د ځوځات ښاغلى؛ مصطفى او تر ټولو غوره پاتې شوى او تر ټولو غوره تېر شوى دى (تردې چې حجاج وپوښت: ) د علي په اړه څه وايې؟ هغه د الله تعالی داستازي د تره زوى او هغه و، چې تر ټولو ړومبى يې اسلام راوړ او د الله تعالی د استازي زوم و او د حسن او حسين پلار و (تر پايه حديث).

(هيثمي؛ مجمع، 9ټوک، 220 مخ) له مالک بن نويرث نه يو حديث او بل حديث له حضرت بريده نه او بل حديث له ابي رافع نه نقل کړى، چې په نارينه وو کې ړومبى علي اسلام راوړ او په ښځمنو کې بي بي خديجه وه. (له بزار نه نقل شوى، چې راويان يې هم صحيح دي).

(سيوطي په در المنثور کې تر: ((و کنتم ازواجا ثلاثا))(واقعه/8)آيت لاندې له ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه نقل کړي، چې و يې ويل: د (السابقون والسابقون) جمله د حزقيل د آل فرعون د مؤمن او حبيب نجار په اړه ده، چې د دويمي کيسه د يس په سورت کې راغلې او هم د علي په اړه دى؛ ځکه دا درې واڼه پخپلو امتونوکې تر ټولو مخکيني دي او له نورو وړاندې دي او په دې درېو کې علي تر ټولو غوره او افضل دى.

(کنزالعمال: 6ټوک، 152 مخ) وايي: د خلکو مخکيني درې دي: د موسى د امت يوشع بن نون او د عيسى د امت حبيب نجار دى، چې کيسه يې د يس په سورت کې راغلې ده او د محمد د امت علي دى. (طبراني او ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه راويت کړى دى)

ليکوال: مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په 135 مخ کې او ابن حجر د صواعق په 72 مخ کې او د ابن حجر د وينا له مخې ديلمي هغه له عايشې بي بي او همداراز محب طبري د ذخاير په 58 مخ کې او د رياض النضره د دويم ټوک په 158 مخ کې نقل کړي، چې دا حديث ابن ضحاک د (الاحاد والمثاني) او سيوطي په در المنثور کې د (و کنتم ازاجا ثلاثه؛ واقعه: 8) تر آيت لاندې او ابن ابي حاتم له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى.

ثعلبي د قصص په 238 مخ کې وايي: د الله تعالی له استازي روايت دى، چى و يې ويل: درې کسان دي، چې ان د سترګې د رپ هومره يې هم کفر نه دى کړى، چې لومړى يې حزقيل د آل فرعون مؤمن، دويم حبيب نجار د يسين خاوند او درېیم يې علي دى، چې تر هغو دوو غوره دى.

ثعلبي همدا روايت په 257 مخ کې راوړى او ويلي يې دي: علي د آل محمد مؤمن دى او علي تر هغو دوو غوره دى او په 58 مخ کې د خمشاوي خبره پر خپل سند له ابن ابي ليلي او له پلاره يې راويت کړې، چې و يې ويل: الخ زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د: ((و جاء من اقصى المدينه رجل يسعى قال يقوم اتبعوا المرسلين؛ ياسين: 20)) تر آيت لاندې او دې ته ورته سيوطي په درالمنثور کې د: ((واضرب لهم مثلا اصحاب القرية اذ جاء ها المرسلون؛ ياسين: 13)) ترآيت لاندې له ابن عدد او ابن عساکر څخه نقل کړى او خطيب هم د بغداد په تاريخ کې د څلورم ټوک په 155 مخې کې دې ته ورته يو حديث له جابر څخه د حبيب نجار، علي او آسيه د فرعون د مېرمن په اړه نقل کړى دى.

(تهذيب التهذيب؛ 7 ټوک، 236 مخ د عفيف کندي د حال په شرح کې له عسکري نقل کړي، چې عفيف وويل: ((که الله تعالی دا وياړ را پر برخه کړى، چې اسلام راوړم؛ نو دا وياړ هم لرم، چې دويم تن وم، چې تر علي روسته مې اسلام راوړ)) او له دې حديثه جوتېږي، چې علي په اسلام راوړو کې ړومبى و او موږ به هم له څو لارو د عفيف کيسه راواخلو.

(مستدرک الصحيحين: 3ټوک، 125 مخ) پر خپل سند له ابي اسحاق څخه روايت کړى، چې و يې ويل: قثم بن عباس مې وپوښت: څنګه ده، چې تاسې هم د الله تعالی داستازي د تره زامن ياست؛ خو يوازې علي د الله تعالی له استازي ميراث وړي او تاسې يې نه وړئ؟ و يې ويل: ((ځکه تر موږ ټولو يې مخکې د الله تعالی پر استازي ايمان راووړ او تر موږ ټولو يې ډېر د آنحضرت خدمت کړى دى.)) د مستدرک خاوند وايي: دا حديث صحيح دى.

متقي؛ کنزالعمال، 6ټوک، 400 مخ هم دا حديث له ابن ابي شيبه نقل کړى دى.

(نورالابصار: 69 مخ) وايي: او له هغې _؛ يعنې فاطمه بنت اسد _ نه روايت دى، چې هغه مهال يې چې علي پر ګېډه و؛ نو بوتانو ته يې سجده نشوه کړاى؛ ځکه ماشوم به پر خپله پښه د مور ګېډې ته فشار ورکاوه او خپله شا به يې د مور په شا پورې نښلوله؛ نو ځکه هر مهال چې يې نوم راوړل کېږي؛ نو وايو: (کرم الله وجهه)؛ يعنې الله تعالی تردې ستر کړ، چې خپل مخ د بوتانو پر وړاندى د خاورې پر لور کوږ کړي.

علي پر رسول الله (ص) په ايمان راوړو کې ړومبى تن و

(تاريخ ابن جرير طبري: 2ټوک، 75 مخ)پر خپل سند له اسحاق څخه نقل کړي، چې و يې ويل: په نارينه وو کې علي ړومبي تن و، چې د الله تعالی پر استازي يې ايمان راوړ او لمونځ يې ورسره وکړ او رسول الله يې په هغه څه کې تاييد کړ، چې د الله تعالی له لوري يې راوړى و، سره له دې، چې لس کلن و او هغه نعمتونه، چې الله تعالی علي ته ورکړي ول، يو يې دا و، چې تر اسلامه مخکې هم د رسول الله په لمن کې و روزل شو.

(سيوطي په در المنثور کې) د نساء په سورت کې د: ((فابعثوا حکما من اهله و حکما من اهلها)) تر آيت لاندې وايي: طبراني، حاکم او بيهقي يه سنن کې او ابو نعيم (په حلية کې) له عبدالله بن عباس څخه راويت کړي، چې و یې ويل: هغه مهال چې خوارج له علي بېل او په يوه دښته کې راټول شول؛ نو علي ته مې وويل: وربه شم او يو څه خبرې به ورسره وکړم، کېداى شي سمې ته شي؛ نو ورغلم، حال دا، په لوى لاس مې وياړنې جامې اغوستې وې. خوارجو وپوښتلم: ابن عباسه! دا وياړنې جامې څه دي، چې تا اغوستي، ياره افرين دې وي او پرتا دې وي؟ ورته مې وويل: دا لا څه نيوکه ده، چې کوئ يې، ما رسول الله وکوت، چې ښکلې جامې يې اغوستي او دا آيت وايي: (قل من حرم زينة الله التي اخرج لعباد والطيبات من الرزق؛ يعنې ووايه: چا حرام کړ هغه زينت، چې الله تعالی يې د بندګانو لپاره روزي کړى او همداراز د رزق طيبات). خوارجو وويل: خبره کوه څه ته راغلى يې؟

ورته مې وويل: راغلې يم و مو پوښتم: څه نيمګړتيا مو زما د تره په زوى کې موندلې ده، سره له دې چې هغه د الله تعالی داستازي زوم و او ړومبى تن و، چې ايمان يې راوړ او اوس هم د رسول الله اصحاب يې لارويان دي (راوي حديث ته ادامه ورکوي، چې دلته رارسي او وايي: ) په خوارجو کې لس زره کسان سمې لارې ته راووښتل او څلور زره پاتې شول، چې ټول ووژل شول.

هيثمي؛ زاويد: 6ټوک، 239 مخ هم دا حديث نقل کړى او ويلي يې دي، چې احمد هم دا حديث نقل کړى او رجال يې هم صحيح دي.

(سيوطي په در المنثور کې د: (اجلعتم سقاية الحجاج و عمارة المسجدالحرام کمن امن واليوم الاخر(التوبه/19) تر آيت لاندې ويلي: ابونعيم د فضايل الصحابه په کتاب کې او ابن عساکر له حضرت انس نه روايت کړى، چې و یې ويل: عباس او شيبه د کعبې کونجي ساتي سره ناست ول او پر يو بل يې وياړنې کولې او عباس ويل: زه تر تا شريف يم؛ ځکه د رسول الله تره يم او د رسول الله وصي او هم د الله تعالی د کور د زيارت کوونکيو ساقي يم. شيبه وويل: زه تر تا شريف يم؛ ځکه د هغه د کور امين او خزانه دار يم او که تا زما مقام درلود؛ نو الله تعالی به ته د خپل کور امين کړى وې؛ خو دا دنده يې ماته راکړه. علي له دې پېښې خبر شو او و يې ويل: زه تر تاسې داړو شريف يم؛ ځکه په اسلام راوړو او هجرت کې ړومبې وم. بيا درې واڼه رسول الله ته ورغلل او له کيسې يې خبر کړ او رسول الله هم ورته يو څه وويل او څو ورځې روسته رسول الله ورته د پورتني سورت لس آيتونو ولوستل.

(سنن بيهقي: 6ټوک، 206 مخ) پر خپل سند له حسن او نورو نه روايت کړى، چې و یې ويل: علي ړومبى تن و، چې د الله تعالی پر استازي يې ايمان راوړ حال دا، 15 کلن که 16 کلن و.

 دا روايت هيثمي؛ مجمع، نهم ټوک، 102 مخ کې هم له طبراني نقل کړى او رجال يې هم ټول صحيح دي.

(خصايص نسائي: 3 مخ) پر خپل سند له عمرو بن عباد بن عبدالله روايت کړى، چې و يې ويل: علي وويل: زه د الله تعالی بنده، د الله تعالی داستازي رور او صديق اکبر يم او بې له ما څوک دا ادعا نه کوي؛ مګر دروغجن او تر ټولو مخکې مې ايمان راوړى دى.

(اسد الغابه: 4ټوک، 19 مخ) له ابي اسحاق او (استيعاب: 2ټوک، 759 مخ) د ليلاى غفاريه په شرح کې او (رياض النضره: 2ټوک، 157 مخ) له ابي ذر او همداراز (رياض النضره: 2ټوک، 157 مخ) له معاذه عدويه او (کنزالعمال: 6 ټوک، 405 مخ) او محمد بن ايوب د په خپل کتاب کې او عقيلي او ذهبي؛ ميزان الاعتدال، 1 ټوک، 417 مخ کې هر يو په دې باب روايت نقل کړى دى.

(رياض النضره: 2ټوک، 197 مخ) وايي: له حضرت معاذ بن جبل څخه روايت شوى، چې و یې ويل: رسول الله علي ته وويل: ته پر اووه ګامونو د نورو خلکو په پرتله غوره يې، چې يو قريش يې هم نه لري: 1_ ته پکې ړومبى يې، چې پر الله تعالی دى ايمان راوړ. 2_ په پرتله يې له الله تعالی سره پر کړې ژمنه تر ټولو وفادار يې. 3_ په پرتله يې د الله تعالی پر امر پايدار يې. 4_ په ويش کې تر ټولو عادل يې. 5_ پر رعيت تر ټولو عادل يې. 6_ په قضا کې تر ټولو تکړه يې. 7_ الله تعالی ته دې مقام تر ټولو نږدې دى. (د حاکمي د نقل له مخې) او (ابونعيم هم يه حلية کې د لومړي ټوک په 66 مخ کې) دا روايت نقل کړى دى.

(الاصابه: 7ټوک، لومړى قسم، 167 مخ) وايي: ابو احمد او ابن منده او نورو د اسحاق بن اسدي له خالد بن حارث له عوف له حسن له ابي ليلاى غفاري روايت کړى، چې و یې ويل: د الله تعالی له استازي مې واورېدل: تر ما روسته به فتنه راولاړه شي؛ نو دا مهال هر لوري ته چې علي و، تابعدار يې وسئ اوترې مه بېلېږئ او هغه پر ما په اسلام راوړو کې ړومبى و او هغه به ړومبى تن وي، چې د قيامت پر ورځ به راسره يو ځاى کېږي او اکبر صديق او ددې امت فاروق او د دين مشر او يعسوب دى؛ لکه هماغسې، چې د دنيا مال د منافقينو يعسوب دى.

(فيض القدير: 4ټوک، 358 مخ) په شرح کې وايي: طبراني او بزار له ابي ذر او سلمان څخه په يوه اوږده حديث کې نقل کړي، چې و يې ويل: رسول الله د علي لاس ونيو او و يې ويل: دا ړومبى تن و، چې پر ما يې ايمان راوړ او په قيامت کې به ما ته لاس راکوي او صديق اکبر او ددې امت فاروق او د مؤمنينو مشر دى؛ لکه څنګه چې د دنيا مال د ظالمينو مشر دى.

ليکوال: دا روايت متقي؛ کنزالعمال، 6ټوک، 156 مخ کې له طبراني په کبير کې او هغه هم سلمان او ابي ذر دواړو نقل کړى دى او خپل نقل يې له بيهقي په سنن کبرى او ابن عدى په کامل کې له حذيفه راخستى دى.

(کنزالعمال: 6ټوک، 393 مخ) پر خپل سند له مامون له پلار يې هارون الرشيد او له پلار مهدي او له پلار منصور او له پلار عبدالله عباس څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: له حضرت عمر بن خطاب نه مې واورېدل، چې ويل يې: په علي پسې بدى ردې مه وياست، پر الله تعالی چې رسول الله به ورسره داسې چلن درلود، چې که يو يې هم راسره درلود؛ نو تر ټولو هغو څيزونو به راته ښه وي، چې لمر پرې لګېږي: يوه ورځ زه، ابوبکر، ابو عبېده جراح او څو نور اصحاب د ام المؤمنين ام سلمه د کور له مخې تېرېدو، چې و مو ليدل علي په وره کې ولاړ دى؛ نو ورته مو وويل: د الله تعالی له استازي سره کتل غواړو. و یې ويل: رسول الله اوس له کوره راوځي او ډېر وخت لا وتلى نه و، چې رسول الله راووت؛ ور نږدې شو؛ نو رسول الله پر علي تکيه وکړه او پر اوږه يې ډب ورکړ او ورته يې وويل: ((ډېر ژر به درسره دښمني وشي، سره له دې، چې ړومبى تن وې، چې پر ما دې ايمان راوړ او تر ټولو مؤمنينو دې پوهه هم ډېره ده. له هغه سره پر کړې ژمنه ولاړ يې او په وېش کې تر ټولو عادل يې او پر ولس تر ټولو مهربانه يې او خپګان دې تر ټولو زيات دى او سره له دې، چې ته زما ملاتړ يې او غسل به راکوې ښخوې به مې او ته يې چې په هر کړاو او خپګان کې مخکښ وې او تر ما روسته به کفر ته ستون نشې او ته يې چې د قيامت پر ورځ به د حمد له لواء سره زما مخې ته راځې او زما له حوض نه به دفاع کوې او هغوى يې چې وړ نه دي، له هغه ځايه به يې لرې کوې)) او بيا حضرت ابن عباس زياتوي، داچې علي د الله تعالی داستازي زوم و او له بېوزليو سره د مرستې او د تفسير، فقهې او تاويل د علم له امله تر ټولو غوره و.

د علي ايمان تر ټولو پياوړى و

(کنزالعمال: 6ټوک، 156 مخ) د الله تعالی له استازي نقلوي، چې و يې ويل: که ټول اسمانونه او ځمکه د تلې په يوه تله کې او د علي ايمان په بله کې کېښوول شي؛ نو د علي ايمان به ترې درون وي (له ديلمي او ابن عمر نه نقل دى).

رياض النضره: 2ټوک، 226 مخ کې له حضرت عمر بن خطاب (رض) نه روايت شوى، چې د پورتني روايت پر مضمون يې لېينه-ګواهي ورکړې ده. (له ابن سمان او حافظ نه د سلفي په کتاب کې نقل)

 حضرت علي ړومبى تن و چې لمونځ يې وکړ

(صحيح ابن ماجه: 12 مخ) پر خپل سند له عباده بن عبدالله روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي وويل: ((زه د الله تعالی بنده او د رسول الله رور او صديق اکبر يم او که چا تر ما روسته دا ادعا وکړه؛ نو دروغجن به وي، ما اوه کاله تر ټولو مخکې لمونځ وکړ.))

دا مضمون حاکم هم په (مستدر الصحيحين؛ 3ټوک، 112_111 مخونو) کې راوړى او طبري هم د خپل تاريخ د 2ټوک په 56 مخ کې نقل کړى او هم متقي؛ کنزالعمال، 6ټوک، 394 مخ او طبري؛ تاريخ طبري، 2ټوک، 56 مخ کې له حاکم او مردويه نقل کړى دى او اسدالغابه: 4ټوک، 18 مخ هم دې مضمون ته نږدې له حضرت ابو ايوب انصاري او محب طبري هم په رياض النضره: 2ټوک، 165 مخ کې له ابي الحسن څخه نقل کړى دى.

(امام احمد حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، 99 مخ) پر خپل سند له حضرت حبه عرني په دې باب يو روايت نقل کړى، چې متقي؛ کنزالعمال، 6ټوک، 395 مخ هم له ابي داوود طيالسي، احمد حنبل، ابي يعلي او مستدرک حاکم نه نقل کړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په 102 مخ کې راوړى او ويلي يې دي، چې دا روايت احمد، ابويعلي، بزار او طبراني په اوسط کې راوړى دى.

(ابن عبدالبر؛ استيعاب، 2ټوک، 458 مخ) دې مضمون ته نږدې يو روايت نقل کړى دى او د هغه دا روايت ابن اثير د اسدالغابه د 4ټوک په 17 مخ کې راوړى او د هغه په نقل کې هم 5 کاله راغلي او هم 7 کاله او د خصايص نسائي په 3 مخ کې په يو روايت کې 9 کاله هم راغلي دي.

(واحدي؛ اسباب النزول، 182 مخ) وايي: حسن، شعبي او قرضي ويلي دي: ((اجعلتم سقاية الحجاج و عماره المسجد الحرام کمن کان امن با الله و اليوم الاخر و جاهد في سبېل الله لا يستوون عند الله و الله لا يهدي القوم الظالمين الذين امنو و هاجرو و جاهدو في سبېل الله بااموالهم و انفسهم اعظم درجه عند الله و اولئک هم الفائزون؛ توبه: 20_21 آيتونه) د علي، عباس او طلحه بن شيبه په باب نازل شوي او کيسه داسې وه، چې دې درېو تنو پر يو بل وياړل. طلحه وويل: زه د الله تعالی د کور کونجي ساتى يم او د کور پرده يې زما په لاس کې ده . عباس وويل: زه د الله تعالی د کور زيار ت کوونکيو ته اوبه ورکوم او لارښود يې يم. علي وويل: ((نه پوهېږ م د څه په اړه خبرې کوئ؟ دومره پوهېږم، چې 6 مياشتې مخکې مې تر نورو خلکو لمونځ وکړ او زه د الله تعالی په لار کې د جهاد وياړ لرم)) او په پورتني آيتونو کې الله تعالی د حضرت علي د خبرې پخلى وکړ او و یې ويل: (ايا د حاجيانو سقايت او د مسجد الحرام تعميرول پر الله تعالی له ايمان، د قيامت له ورځې او د الله تعالی په لار کې له جهاد سره برابروئ؛ هېڅکله د الله تعالی په نزد برابر نه دي او الله تعالی ظالمانو ته ښیون نه کوي، هغوى چې ايمان راوړى، مهاجرت يې کړى او د الله تعالی په لار کې يې پر مال او ځان جهاد کړى؛ نو له الله تعالی سره اوچته درجه لري او رستګاران دي).

داچې حضرت علي تر ټولو مخکې ايمان راوړ‌ى و، ابن جرير طبري د خپل تفسير د لسم ټوک په 76 مخ کې له محمد بن کعب قرظي او همداراز فخر رازي په خپل تفسير کې تر پورتني آيت لاندې او د استيعاب د دويم ټوک په 459 مخ کې (او صحيح ترمذي د 2ټوک په 301 مخ کې) له حضرت ابن عباس څخه او ابن جرير په خپل تاريخ کې (2ټوک؛ 55 مخ) او محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په 158 مخ کې او ابوالقاسم په موافقات کې دا روايت نقل کړى دى.

(مستدرک الصحيحين: 3ټوک، 111 مخ) پر خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت نقل کړى، چې و يې ويل: علي څلور ځانګړنې لري چې هېڅ څوک يې نه لري: 1_ په عربو او عجمو کې په ايمان راوړو کې ړومبى و. 2_ يوازېنى تن دى، چې په ټولو جګړو کې د رسول الله بېرغچي و. 3_ يوازېنى تن دى، چې د مهراس پر ورځ _ د احد جګړه _ چې له خطره ډکه ورځ وه، يو ګام هم شا ته نشو او و نه تښتېد. 4_ يوازېنى تن دى، چې رسول الله ته يې غسل ورکړ او ښخ يې کړ.

دا حديث ابن عبدالبر؛ استيعاب: 2ټوک، 457 مخ هم نقل کړى دى.

ابن اثير جزري په نهايه کې د (غريب الحديث والاثر) په باب ويلي دي: په حديث کي راغلي: هغه _؛ يعنې رسول الله د احد د جګړې پر ورځ ډېر تږى و او علي ورته له مهراس څخه اوبه راوړې او د يو باز په څېر يې حمله کوله او دښمن يې د الله تعالی له استازي شړل او لرې کول او پر هماغه اوبو يې د رسول الله د بدن وينې ووينځلې او د مهراس په ډبره کې جوغړندي ته وايي؛ خو ځينو هم ويلي: د هغو اوبو نوم و، چې پر هغه ورځ په احد کې وې.

(خصايص نسائي: 2 مخ) او احمدبن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، 141 مخ او همداراز څلورم ټوک: 37 او 368 مخونه او ابن سعد؛ طبقات: 3ټوک، لومړى قسم، 13 مخ او ابن اثير؛ اسدالغابه: 4ټوک، 17 مخ او ابوداوود طيالسي؛ مسند: 3ټوک، 93 مخ او بيهقي؛ سنن: 6ټوک، 206 مخ او ابن عبد البر؛ استيعاب: 2ټوک، 458 مخ او ابن جرير طبري؛ تاريخ طبري: 2ټوک، 56 او 57 مخونه او ترمذي؛ صحيح ترمذي: 2ټوک، 300 مخ او متقي؛ کنزالعمال: 6ټوک، 156 او 206 مخونه او حاکم؛ مستدرک الصحيحين: 3ټوک، 112 مخ په دې اړه روايتونه راوړي چې: “علي ړومبى تن و، چې د الله تعالی پراستازي يې ايمان راوړ او لمونځ يې ورسره وکړ حال دا، لس کلن و او د رسول الله د بعثت پر دويمه ورځ؛ يعنې د سه شنبې پر ورځ پر لمانځه ودرېد؛ خو د ويينې د لنډوالي لپاره يې را نه وړل.

(خصايص نسائي: 3 مخ) پر خپل سند له عفيف کندي روايت کړى، چې و يې ويل: په جاهليت مکې ته ولاړم او غوښتل مې، چې د کورنۍ لپاره مې جامې او عطر وپېرم؛ نو ددې موخې لپاره د عباس بن عبدالمطلب هټۍ ته ولاړم، چې يو سوداګر و او ورسره کېناستم او په دې حال کې مې پر کعبه سترګې ولګېدې؛ نا څاپه مې وليدل، چې يو ځوان راغى او اسمان ته يې وکتل او د کعبې پر لور ودرېداو څه موده روسته يو کوچنى راغى او د ځوان ښي اړخ ته ودرېد او څه موده روسته يوه مېرمن راغله او په دوى دواړو پسې ودرېده؛ ځوان رکوع ته ولاړ او هغه دوه هم ورپسې رکوع ته ولاړل او بيا ځوان سجدې ته ولاړ او هغه دوه کسان هم ورپسې ولاړل او بيا ځوان سر راپورته کړ؛ نو ورپسې هغه دوو هم سر را پورته کړ؛ نو عباس ته مې وويل: څه ستره پېښه وينم؟ عباس وويل: هو دا ستره پېښه ده! پوهېږې هغه ځوان څوک دى؟ ورته مې وويل: نه! و يې ويل: هغه محمد بن عبدالله زما وراره او هغه ماشوم هم د ابوطالب زوى او زما وراره دى او هغه مېرمن خديجه د خويلد لور د هغه ځوان کورودانې ده او هغه راته وايي، چې پالونکى يې د اسمانونو او ځمکې يوازېنى څښتن دى او بې له هغه بل پالونکى نشته او هماغه پالونکي دنده ورکړې ده، چې دين يې خلکو ته ورسوي او پر الله تعالی قسم، چې بې له دې درېو تنو، چې وينې يې، څوک پردې دين نه دي.

دا روايت احمد حنبل؛ مسند: لومړي ټوک، 209 مخ کې راوړى او په پاى کې يې راغلي دي: ګروهمن دى، چې ډپر ژر به د کسرى او قيصر ماڼۍ او خزانې سوبه کړي.

او په خپله عفيف، چې د اشعث بن قيس د تره زوى و او په هر ځاى کې به يې داکيسه کوله او په پايله کې مسلمان شو او اسلام يې هم بختور و او تل به يې ويل: کاشکې پر هماغه ورځ مسلمان شوى وم، چې له علي سره درېیم تن شوى وم.

د حاکم؛ مستدرک: 3ټوک، 183 مخ د وينا له مخې، و يې ويل: چې په پايله کې يې د اسلام څلورمه برخه زما شوې وه.

دا روايت پر نوموړيو سربېره دوى هم نقل کړى: ابن سعد؛ طبقات: 6ټوک، 10 مخ او ابن حجر عسقلاني؛ اصابه: 4ټوک، لومړى قسم، 248 مخ او له بغوي او ابي يعلي، نسائي، عقيلي، بخاري، ابن ابي خيثمه، ابن منده او د غلانيات له خاونده نقل کړى دى او ابن عبدالبر؛ استيعاب: 2ټوک، 458 او 511 مخونو او متقي؛ کنزالعمال: 6ټوک، 391 مخ له ابن عدى نه په په کامل او تاريخ ابن عساکر کې او ابن اثير؛ اسد الغابه: 3ټوک، 414 مخ او هيثمي؛ مجمع: 9ټوک، 103 مخ او د هغه د وينا له مخې احمد، ابو يعلي او طبراني پر څو سندونو او ابن جرير طبري؛ تاريخ طبري: 2ټوک، 56 او 57 مخونو کې له څو لارو څو عبارته نقل کړي دي.

(رياض النضره: 2ټوک، 159 مخ) له ابي اسحاق څخه نقل کړي، چې و يې ويل: ځينو عالمانو ويلي دي (ګواکې دا يو تور دى، چې پر ابوطالب يې لګولى؛ ځکه د چا نوم پکې نه دى رواړل شوى او سند يې هم نه دى په ګوته کړى او يوازې له څو تنو يې يې نقل کړى دى.

 ليکوال: چې د لمونځ وخت به را ورسېد؛ نو رسول الله به د مکې د درو پر لور شو او علي به هم له خپل پلاره پټ ځان وررساوه او علي به له خپل پلار او خپلوانو پټ لمونځ کاوه او چې مازيګر به شو؛ نو راستنېدل به. تر ډېر وخت پورې وضع همداسې وه، چې يوه ورځ ابوطالب ترې خبر شو او رسول الله يې وپوښت: وراره دا څه دي، چې وينم يې او ته پرې متدين شوى يې؟ رسول الله وويل: کاکاجانه! دا د الله تعالی، پرښتو، پېغمبرانو او د پلار مې ابراهيم دين دى او الله تعالی زه د خپلو بندګانو لپاره استازى رالېږلې يم او کاکا جانه! تر ټولو وړ يې، چې بلنه مې ومنې او د دين په پرمختګ کې راسره مرسته وکړې _ دا عالم، چې معلومه نه ده له کومې سرچينې يې دا خبره راخستى، وايي: _ ابوطالب وويل: وراره! پر الله تعالی قسم، چې نه شم کړاى د خپلو نيکونو له دينه لاس واخلم؛ خو دومره ژمنه درسره کړاى شم، چې له ما به هېڅ تاوان در و نه رسي؛ بيا وايي: _ چې بيا هم معلومه نه ده، چې د ا خبره د کومې سرچينې پر بنسټ کوي _ علي ته يې وويل: زويه کوم دين، چې ته لرې، څه دى؟

علي وويل: پلار جانه! ما د الله تعالی پر رسول ايمان راوړى او هغه څه مې منلي او تصديق کړي، چې راوړي يې دي او بيا وايي: ابوطالب وويل: دومره پوه شه، چې هغه دې بې له ښېګڼې بل څه ته نه رابلي او څومره چې دې په وسه کې وي ترې بېل نشې. (له ابواسحاق څخه نقل)

(کنزالعمال: 7ټوک، 56 مخ) له ابن مسعود څخه روايت کړى، چې و يې ويل: ړومبى څيز، چې ما د الله تعالی له استازي وليد؛ دا و، چې کله مې له ترونو سره مکې ته راغلى وم؛ نو موږ ته يې د عباس بن عبدالمطلب درک راوښيه؛ ورغلو چې د زمزم د چينې په څنګ کې ناست و، په همدې ترڅ کې، چې ورسره وو؛ نو و مو ليدل، چې د صفا له لوري يو سړى جومات ته راننووت، يو سپين سوربخن سړى و او اوږده او غونجې وېښتان يې تر اوږو رارسېدل، ښکلې اوږد پوزه يې درلوده، ږيره يې ډکه وه، غاښونه يې د مرغللو په څېر پړکېدل، تورې او غټې سترګې يې درلودې، د پښو او لاس تلي يې غوښن وو او سپينې جامې يې اغوستې وى او دومره ښايسته او ځلېدلى و ته وا لکه د څوارلسم سپوږمۍ ده، حال دا، ښي اړخ ته يې يو تنکى هلک و، چې زلميتوب ته ورنږدې و او شونډه يې لا نه وه توره شوې او په دې دوو پسې يوه ښځه هم ورروانه وه، چې ويښتان يې پټ وو، سړى د حجرالاسود خوا ته ورغى او لاس يې پرې راکښـوده او بيا مېرمنې او ځوان هم وکړ او اوه ځله له کعبې تاو شول؛ نو عباس مو وپوښت: دا کار او دود يې راته نوى ښکاري، پخوا خو ترې خبر نه وو؟ عباس وويل: هغه مې وراره محمد بن عبدالله او هغه بل هم علي د ابو طالب زوى دى او هغه ښځه هم د محمد کورودانې خديجه ده، پر الله تعالی چې بې له دې درېو کسانو نور څوک داسې عبادت نه کوي. (نقل له يعقوب بن شيبه اوابن عساکر څخه)

هيثمي؛ مجمع: 9ټوک، 222 مخ هم ددې روايت مضمون ته نږدې يو روايت نقل کړى دى.

 حضرت علي د رسول الله په څېر لمونځ کاوه

(صحيح بخاري: کتاب الصلوة په رکوع کې د تکبير اتمام په باب کې) پر خپل سند له مطرف بن عبدالله روايت کړى، چې و يې ويل: په علي ابن ابي طالب پسې مې لمونځ وکړ او عمران بن حصين هم راسره و، سجده يې، چې کوله؛ نو تکبير يې وايه او چې سر يې هم راجيګاوه، تکبير يې وايه او چې له دويم رکعته پاڅېد؛ نو هم يې تکبير ووايه. تر لمانځه روسته، عمران له لاسه ونيوم او را ته يې وويل: دې لمونځ د رسول الله لمونځ راياد کړ (او يا يې ويل) د رسول الله لمونځ مو ورسره وکړ.

دا روايت يې د لمانځه په بل باب کې هم راوړى دى او مسلم هم د خپل صحيح د کتاب الصلوة (باب التکبير في کل خفض و رفع) او نسائي؛ صحيح: لومړى ټوک، 164 او 167 مخونو او ابوداوود؛ صحيح: 5ټوک، 84 مخ او احمد حنبل؛ مسند: 4ټوک، 428 او 429 او 440 مخونو او ابن ماجه؛ کتاب الصلوة: باب تسليم کې له ابي موسى او فتح الباري في شرح البخاري: 2ټوک، 413 او 414 مخونو کې دا مضمون په لږ اختلاف راخستى دى.

د حضرت علي د څېرې ښکلا

استيعاب: 2ټوک: 469 مخ وايي: څو ځانګړنې مې په علي کې وليدې، چې غوره دي: 1_ ونه يې مناسبه وه؛ نه اوږده وه او نه لنډه 2_غټې او تورې سترګې يې درلودې3_مخ يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده 4_ګېډه يې مخکې راوتې وه 5_چهار شانه و 6_ د لاس ورغوي يې غوښن و 7_ ښايسته ورمېږ يې درلود 8_ پر مخامخ کوپړۍ يې وېښتان نه وو 9_ سر يې يوازې له شا وېښتان درلودل 10_ ډکه ږيره يې درلوده 11_اوږه او د اوږې هډوکي يې پلن ول12_ لاسونه يې داسې ول، چې مټ يې له ساعده نه ښکارېده؛ بلکې يکسره وو 13_پر لار چې ته؛ نو بدن يې کږېده 14_ څوک به يې چې له مټه ونيو؛ نو ساه به يې بنده شوه 15_لږ چاغ و 16_د لاس پنجه او مټ يې غښـتلي وو 17_پر لار چې ته؛ نو هروله به يې کوله 18_پياوړى، ارام او مېړنى زړه يې درلود 19_ له هر دښمن سره به چې مخ شو؛ نو له غيبو به ورسره مرسته کېده.

(اسدالغابه: 4ټوک: 39 مخ) د علي د ښکلا په اړه له مدرک بن حجاج نه يو حديث نقل کړى دى. رياض النضره: 2ټوک: 202 مخ هم د ملا له سيره نه نقل کړي، چې ځينو وپوښتل: رسول الله! علي به څنګه وکړاى شي د الحمد لواء يوسي؟ رسول الله وويل: څنګه به يې نشي وړاى، حال دا، الله تعالی ورته ښايسته ځانګړنې ورکړي؛ زما په څېر صبر لري او د يوسف د ښکلا په څېر ښکلا لري او د جبراييل د قوت په څېر قوت لري.

(رياض النضره: 2ټوک: 218 مخ) له حضرت عباس څخه روايت نقل کړى، چې ويلي يې دي: رسول الله وويل: څوک چې غواړي د ابراهيم زغم، د نوح حکم او د يوسف ښکلا وويني؛ نو علي ته د وګوري. (د ملا له سيرته راخستل شوى دى)

(کنزالعمال: 3ټوک: 336 مخ) له عبد خير نه روايت نقل کړى دى، چې و يې ويل: علي څلور ګوتې درلودې، چې پر ګوتو کولې يې، چې يوه يې له ياقوتو وه، چې موخو ته ورسي، يوه فيروزه وه، چې پر دښمن بر لاس شي او يوه چيني اوسپنه وه، چې غښتلى شي او يوه د عقيق وه، چې له بلا ګانو بچ پاتې شي د ياقوتو پر ګوته يې ليکل شول ول: لا اله الا الله الملک الحق المبين او پر فيروزه يې ليکل شوي ول: الله الملک او پر چينې حديد يې ليکلي وو: العزة الله. او پر عقيقو يې درې کرښې ليکلې وې: 1_ماشاءالله 2_لا قوة الا باالله 3_استغفر الله.

(اخستل شوى دى له: د حاکم له تاريخه، د صابوني له ماتينه او د ابوعبدالرحمان سلمي له امالي څخه) (نورالابصار: 94 مخ) کې د علي د ګوتو په اړه روايت راغلى دى).

د حضرت علي القاب او کنيې

(صحيح بخاري د بدءالخلق، باب مناقب علي بن ابيطالب کتاب) پر خپل سند له ابي حازم څخه روايت کړى دى، چې ويلي يې دي: يو سړى سهل بن سعد ته ورغى او و يې ويل: پلانکيه! _؛ يعنې اى د مدينې اميره _ پر ممبر علي ته کنځلې کوئ!؟ پوښتنه يې وکړه: مثلا څه ورته وايي؟ و يې ويل: وايي: علي ابوتراب دى، سهل وخندل او و يې ويل: پر الله تعالی قسم دا هغه کنيه ده، چې رسول الله ورکړې ده او د علي هم دا کنيه تر ټولو کنيو ښه راتله؛ نو زه هم چې هلته ناست وم او اورېدونکى وم، ومې ليدل چې د حديث د زده کړې ښه وخت ګوتو ته لاس ته راغلى؛ نو ومې پوښتل: ابن عباسه! ددې کنيې کيسه څه ده؟ و یې ويل: يوه ورځ علي فاطمې بي بي ته راغى او څو شېبې روسته ووت او په جومات کې پر خاورو څملاست؛ رسول الله فاطمه وپوښتله: د تره زوى دى چېرې دى؟ بي بي ويل: په جومات کې دى؛ نو رسول الله هم ورپسې ووت او جومات ته چې راغى؛ نو و یې ليدل، چې علي پر ځمکه پروت او څادر يې پر ځان را خپور کړى او شا يې پر خاورو ککړه شوې ده او رسول الله يې له شا ورته خاورى لرې کولې و يې ويل: پاڅه ابوترابه! او دا يې دوه ځل وويل.

دا روايت په لږ اختلاف د کتاب الصلوه؛ باب نوم الرجل في المسجد کې او د (الادب باب تکنى بابي تراب) په کتاب کې او د (استيذان _ باب القائله فى المسجد) کتاب هم راړى دى او بخاري هم د (ادب المفرد؛ باب من کنى رجلا بشىء و هو فيه) په کتاب کې او همداراز مسلم د خپل صحيح د (فضايل الصحابه باب من فضل علي بن ابيطالب) په کتاب کې او ابن جرير طبري د خپل تاريخ په 2ټوک: 124 مخ کې هم نقل کړى دى.

(خصايص نسائي: 39 مخ) پر خپل سند له حضرت عمار بن ياسر نه روايت نقل کړى، چې و يې ويل: له علي سره د عشيره په جګره کې ملګرى وم او رسول الله يوه مياشت هلته پاتې شو او له بني مدلج او د هغوى له هم ژمنو سره يې سوله وکړه؛ نو بيا علي راته وويل: اباالقيظانه! غواړې د بني مدلج څو کسانو ته چکر ور ووهو؟ و مې پوښتل: چېرې دي؟ علي: هماغه، چې په خپله چينه کې کار کوي؛ راځه چې پر کار کولو يې پوه شو؛ نو ورغلو او د هغوى کار مو وليد او هماغلته خوب راغى؛ هماغلته تر يوې ونې لاندې چې پر ځمکه يې واخه نه وو او وچې خاورې وې، څملاستو او ويده وو، چې رسول الله را پاسولو؛ نو موږ په داسې حال له خوبه را ويخ شو، چې پر خاورو ککړ وو، چې رسول الله علي ته وويل: ابوترابه! څومره پر خاورو ککړ يې، بيا يې وويل: آيا غواړئ له ددو بدمرغو مو خبر کړم؟ ورته مو و ويل: ولې نه رسول الله!

رسول الله وويل: يو يې د ثمود احمير و، چې د حضرت صالح اوښه يې اوټاوه کړه او دويم يې هغه کس دى، چې تا به پردې ځاى وهي او بيا يې خپل لاس پر خپل تندي کېښود او بيا يې خپل لاس پر خپله ږيره کېښووه او و یې ويل: چې دا به پر وينه ککړه شي.

دا روايت احمد هم د خپل مسند؛ 4ټوک: 262 مخ کې، حاکم؛ مستدرک الصحيحين: 3ټوک، 14 مخ کې، طحاوي؛ مشکل الاثار: لومړى ټوک، 351 مخ کې، متقي؛ کنزالعمال: 6ټوک، 399 مخ کې او بغوي، طبراني، ابن مردويه، ابن عساکر او ابن النجار هم نقل کړى دى.

(کنزالعمال: 4ټوک: 390 مخ) او ابونعيم (په معرفت کتاب کې له سهل عدى نه) پر همدې مضمون روايتونه نقل کړي دي.

(هيثمي؛ مجمع: 9ټوک، 111 مخ) له حضرت ابن عباس څخه روايت نقل کړى، چې کله رسول الله د ددو بدوي اصحابو تر منځ رورولي وکړه؛ نو علي يې له يو صحابي سره هم رور نه کړ، چې دې کار علي خپه کړ او په خپګان يې لاس تر سر لاندې کړ او څملاست او پر هغه ورځ باد هم لګېده او علي يې په خاورو کړ، چې رسول الله يې په لټه کې و، چې هغه يې په دې حال وموند او را ويښ يې کړ او ورته يې وويل: پاسه! تاته به له دې بله غوره کنيه نه وي، چې درته ووايم: ابوترابه! علي له ما خپه شوى يې، چى ته مې نه له انصارو سره رور کړې او نه له مهاجرو سره او له هيچا سره مې رور نه کړې؟ خوښ نه يې، چې داسې راته يې؛ لکه هارون، چې موسى ته و؛ خو پر دومره توپير، چې تر ما روسته به الله تعالی بل استازى نه رالېږي؟! علي! يوازې هغه به درسره مينه کوي، چې بشپړ ايمان رانغاړلى وي او څوک چې درسره دښمني کوي؛ نو الله تعالی به يې د جاهليت پر مرګ مړ کړي.

د هيثمي د وينا له مخې، دا حديث طبراني په کبير کې او هم اوسط او متقي د کنزالعمال: 6ټوک: 156 مخ کې نقل کړى دى.

(حلية الاولياء: 3ټوک: 201 مخ) پر خپل سند له جابر څخه روايت نقل کړى دى، چې ويلي يې دي: رسول الله علي ته وويل: سلام دې پر تا وي اى زما د دوو ريحانو پلار! زه درته د خپلو دوو ريحانوسپارښتنه کوم، چې په دنيا کې ورسره نېک چلن وکړې، چې ډېر ژر به ستا دوه رکنه ورژېږي او الله تعالی پر تا زما ځايناستى دى؛ نو چې کله رسول الله له دنيا سترګې پټې کړې؛ نو علي وويل: له هغو دوو مې يو ورژېده او بي بي فاطمې، چې له دنيا سترګې پټې کړې؛ نو و یې ويل: دا مې دويم رکن و، چې ورژېده او رسول الله ترې خبر کړى وم.

دا روايت محب طبري؛ رياض النضره: 2ټوک، 154 مخ او علي بن سلطان؛ شرح مرقاه: 597 مخ کې دواړو د احمد له مناقب نقل کړى دى او احمد په خپل مناقب کې ويلي: همدا چې فاطمه له دنيا ولاړه؛ نو علي وويل: دا دويم رکن و.

دا روايت مناوي هم د کنوز الحقايق په 79 مخ کې له ديلمي نقل کړى دى او متقي؛ کنزالعمال: 6ټوک، 159 مخ له له ابي نعيم نه او د 7 ټوک په 107 مخ کې يې د ابي نعيم د معرفت له کتابه او له ديلمي او ابن عساکره نقل کړى دى.

(نورالابصار: 94 مخ) وايي: اما د علي القاب: مرتضى، حيدر، امير المؤمنين او همداراز “انزع البطين” دى او کنيه ګانې يې يو “ابوالحسن”، “ابوالسبطين” او يو يې “ابوتراب” دى، چې دا کنيه پرې رسول الله ايښې وه.

(رياض النضره: 2ټوک: 155 مخ)وايي: څو نور لقبونه هم لري: 1_بيضة البد 2_امين 3_شريف 4_هادي 5_مهتدي 6_اذن و اعيه 7_ حيدره؛ ځکه په يوه روايت کې راغلي: علي په خپل حماسي شعر کې وويل: (انا الذي سمتنى امى حيدره؛ يعنې زه هغه يم، چې مور مې راباندې حېدره کېښود) تردې چې وايي: د حيدره ټکى د زمري پر مانا دى او چې کله علي وزيږېد؛ نو مور يې فاطمې بنت اسد پرې د خپل پلار نوم اسد کېښود او بيا د مېړه يې دا نوم خوښ نه شو او د علي نوم يې پرې کېښود.

البته د علي نو ر القاب هم شته؛ لکه يعسوب الدين، امام المتقين او قائد الغرالمحجلين او نور، چې په نورو څپرکيو کې به ورته اشاره وشي.

په دعا پسې چې پر آل محمد درود وويل شي؛ نو قبلېږي

(کنزالعمال: لومړى ټوک: 173 مخ)وايي: د دعا او الله تعالی ترمنځ يو حجاب دى او چې کله پر آل محمد درود وويل شي؛ نو دا حجاب څيرې شي او دعا قبلېږي او که پر آل محمد درود و نه ويل شي؛ نو دعا بېرته راستنېږي او نه قبلېږي. (له ديلمي نقل شوى دى)

(ابن حجر؛ صواعق: 88 مخ) او فيض القدير: پينځم ټوک: 19 مخ او متقي؛ کنزالعمال: لومړى ټوک، 214 مخ له عبيدالله بن ابي حفص عيشي او عبدالقادر رهاوي په اربعين کې او طبراني په الکبير کې او بيهقي په (شعب الايمان) کې او بيا فيض القدير: 3ټوک: 543 مخ له ابو الشيخ نه او په شرح کې له بيهقي په شعب الايمان کې او له ترمذي او ابن عمر نه او ديلمي په مسند الفردوس کې هر يو په دې اړه يو مضمون راوړى دى.

او ثعلبي په خپل قصص کې د حضرت يوسف په کيسه (157 مخ) کې راوړي: پر څلورمه ورځ جبراييل حضرت يوسف ته راغى او و یې پوښته: چا په څاه کې اچولى يې؟ حضرت يوسف وويل: وروڼو مې چې له يوه پلاره هم دي. جبراييل: ولې يې دا کار درسره وکړ؟ يوسف: ځکه کينه يې راسره کاوه، چې زه ولې ترې پر خپل پلار ګران يم. جبراييل: غواړې له دې څاه راووځې؟ يوسف: هو! غواړم. جبراييل وويل: نو و وايه: (يا صانع کل مصنوع و يا جابر کل مکسور و يا حاضر کل ملاء و يا شاهد کل نجوى او يا قريبا غير بعيد و يا مونس کل وحيد و يا غالبا غير مغلوب و يا علام الغيوب و يا حيا لا يموت و يا محيى الموتى لا اله الا انت سبحانک اسالک يا من له الحمد يا بديع السموات و الارض يا مالک المک يا ذالجلال و الاکرام ان تصلى على محمد و على آل محمد و ان تجعل لي من امرى و من ضيقى فرجا و مخرجا و ترزقنى من حيث احتسب و من حيث لا احتسب) حضرت يوسف دا دعا وويله او الله تعالی يې هم له څاه د راايستو وسيله چمتو کړه او له ورونو يې بچ کړ او د مصر واکمن يې کړ، چې سوچ ته يې هم نه راتلل.

هغه لمونځ نه قبلبېږي چې پکې پر آل محمد درود و نه ويل شي

(سنن بيهقي: 2ټوک: 379 مخ) پر خپل سند له ابي مسعو د څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: که لمونځ وکړم او پکې پر محمد او آل يې درود و نه وايم؛ نو فتوا مې داده، چې لمونځ مې پوره نه دى کړى.

دا روايت دارقطني؛ سنن: 136 مخ او همداراز په هماغه مخ کې يې د الله تعالی له استازي روايت نقل کړى دى. ذخاير العقبى په 19 مخ کې له جابر څخه روايت نقل کړى او صواعق المحرقه هم په 88 مخ کې له شافعي روايت نقل کړى دى، چې و يې ويل:

يا اهل بيت رسول الله حبـک  فرض من الله فى القرآن انزله

کفاکم من عظيم القدر انـکم  من لم يصل عليکم لا صلوه له

يعنې آل محمده! درسره مينه هغه فرض چار دى، چې الله تعالی په خپل قرآن کې نازل کړى دى او همدا دليل مو عظمت ته بس دى، چې که څوک په لمانځه کې درباندې درود ونه وايي؛ نو لمونځ به يې لمونځ نه وي.

دا دوه بيته شعر شبلنجي هم د نور الابصار په 104 مخ کې له شافعي نقل کړى دى او په بل باب کې به په دې اړه خبره وشي، چې په لمانځه کې په تشهد کې پر درود سپارښتنه کوي؛ لکه ددې حديث په څېر چې وايي: چې کله په لمانځه کې پر تشهد شوې؛ نو ووياست: اللهم صل على محمد و آل محمد.

او ټول پوهېږو، چې د امر صيغه (ووياست) پر وجوب دلالت کوي او هم پوهېږو، چې که څوک په لوى لاس د لمونح يو فرض پرېږدي؛ نو لمونځ به يې باطل وي؛ بلکې د قاعدې غوښتنه ده، چې سهواً هم باطل وي مګر داچې د لمانځه د اجزاوو په اړه ځانګړى دليل ووايي، چې سهوي اخلال لمونځ نه باطلوي؛ لکه دا حديث: (لا تعاد الصلوة الى من خمس؛ يعنې لمونځ نه کېږي؛ خوداچې په پينځو (فرضو) کې اخلال راشي) راښيي، چې بې له پينځو (فرضو) په نورو کې اخلال، لمونځ نه باطلوي.

فخر رازي په خپل تفسير کې د: ((قل لا اسئلکم عليه اجرا الا المودة فى القربى)) تر آيت لاندې ليکي: غوره دعا پر محمد او آل يې درود دى؛ نوځکه يې د تشهد په پاى کې فرض کړى دى او هغه: اللهم صل على محمد و على آل محمد دى.

پر محمد او آل يې د درود څرنګوالى

په دې اړه ډېر روايتونه راغلي دي او که د سيوطي د درالمنثور په تفسير کې د: ((ان الله و ملائکته يصلون على النبي)) تر آيت لاندې مطالبو ته مراجعه وکړئ؛ نو د خبرې پخلى به مو شوى وي.

او دا روايتونه کعب بن عجره، يونس بن خباب، ابراهيم، عبدالرحمان بن ابي کثير، د رسول الله يو صحابي (چې نوم يې نه دى ويل شوى)، طلحه بن عبيد الله، ابي سعيد خدري، ابي هريره، ابي مسعود، عقبه بن عمرو، علي بن زيد بن ابي خارجه، بريده او ابن مسعود (رضى الله عنهم) نقل کړى، چې موږ يې په متواترو بسيا کوو.

(صحيح بخاري: کتاب دعوات: باب صلوات على النبى) پر خپل سند له عبدالرحمان بن ابي ليلي روايت کړى، چې و يې ويل: : کعب بن عجره وليدم او را ته يې وويل: غواړې يوه ډالۍ درکړم؟ يوه ورځ رسول الله راغى او موږ وويل: رسول الله (ص)! پوه شو، چې څرنګه پر تا سلام ووايو؛ نو اوس مو پوه کړه، چې څرنګه پر تا درود ووايو؟ رسول الله وويل: ووياست: (اللهم صل على محمد و على آل محمد کما صليت على آل ابراهيم انک حميد مجيد؛ اللهم بار ک على محمد و آل محمد کما بارکت على آل ابراهيم انک حميد مجيد).

دا روايت بخاري په خپل يو بل کتاب (بداء الخلق) او تفسير کې راوړى او مسلم هم د خپل صحيح په کتاب صلوة کې په (صلوة على النبى بعد التشهد) باب کې له څو لارو راوړى دى.

نسائي په خپل صحيح، ابن ماجه په خپل صحيح، حاکم په مستدرک، ابوداوود په صحيح، احمد بن حنبل په مسند، ابوداود طيالسي په مسند، دارمي په سنن، بيهقي په سنن، ابونعيم په حلية، طحاوي په مشکل الاثار، خطيب په تاريخ کې او نورو عالمانو له څو لارو دا حديث نقل کړ ى دى.

صحيح بخاري يو بل روايت د پورتني آيت په تفسير کې راوړى، چې نسائي هم د خپل صحيح د لومړ ي ټوک په190 مخ، احمد حنبل؛ مسند: 2ټوک، 47 مخ، طحاوي مشکل الاثار؛ 3ټوک: 13 مخ او په خپله بخاري په لږ اختلاف د کتاب دعوات د “پر پېغمبر پر درود” په باب کې راوړى دى.

(بخاري؛ ادب المفرد: 93 مخ) د الله تعالی له استازي يو درود روايت کړى، چې که چا ووايه؛ نو رسول الله به د قيامت پر ورځ ګواهي لي، چې شفاعت به يې کوي.

(صحيح مسلم د الصلوة کتاب: د الصلاة على محمد بعد التشهد باب) پر خپل سند له ابي مسعود انصاري روايت کړى، چې ويلي يې دي: د سعدبن عباده په مجلس کې ناست وو، چې رسول الله راننووت؛ نو بشير د سعد زوى وويل: رسول الله! قرآن کريم سپارښتنه راکړې، چې پر تا درود ووايو؛ نو څرنګه يې ووايو؟ رسول الله غلى شو او دومره چوپ پاتې شو، چې هيله مو وکړه، چې کاشکې د سعد زوى دا پوښتنه نه وه کړې او بيا رسول الله وويل: ووياست: اللهم صل على محمد و على آل محمد کما صليت على ابراهيم و بارک على محمد و على آل محمد کما بارکت على آل ابراهيم فى العالمين انک حميد مجيد.

دا روايت ترمذي هم په خپل صحيح کې (2ټوک: 212 مخ) راوړى او ويلي يې دي: په دې اړه له علي، ابي حميد، کعب بن عجره، طلحه بن عبېدالله، ابي سعيد خدري، زيد بن حارثه اوبريده نه نقل شوي، چې حسن او صحيح حديث دى.

ابن حجر؛ صواعق: 78 مخ وايي: د ((ان الله و ملائکته يصلون على النبى يا ايها الذين آمنو صلوا عليه و سلموا تسليما)) آيت بايد هغه آيت وګڼو، چې د اهلبيتو په اړه نازل شوى دى؛ ځکه له کعب بن عجره صحيح روايت نقل شوى، چې و يې ويل: چې کله دا آيت نازل شو؛ نو رسول الله ته مې وويل: پر تا مو د سلام اچولو طريقه زده کړه؛ نو اوس راته پر تا او اهلبيتو د درود طريقه راوښيه. رسول الله وويل: ووياست: (اللهم صل على محمد و على آل محمد کما صليت على آل ابراهيم انک حميد مجيد؛ اللهم بار ک على محمد و آل محمد کما بارکت على آل ابراهيم انک حميد مجيد). تر دې آيت روسته د اصحابو پوښتنه او د رسول الله ځواب پر ګوته کوي، چې په آيت کې پر ټولو اهلبيتو د درود سپارښتنه شوې او بې د الله تعالی له استازي پکې نور هم راغلي او که داسې واى؛ نو اصحابو به پوښتلي واى: رسول الله! څرنګه پر تا درود ووايو او رسول الله به هاغسې ځواب نه ورکاوه او داچې داسې ځواب يې ورکړ؛ نو جوتېږي، چې رسول الله تر ځان روسته خپل اهلبيت ځايناستي کړي او داچې پر رسول الله يې له دروده مراد درناوى او احترام او د رسول الله د اهلبيتو درناوى د رسول الله درناوى هم دى او د همدې لپاره د کساء په کيسه کې، چې رسول الله خپل اهلبيت تر څادر لاندې کړل؛ نو و يې ويل: ((اللهم انهم مني و انا منهم؛ يعنې خدايه! دوى له ما ځنې او زه له دوى ځنې يم؛ نو خدايه!پر ما او دوى درود، لورنه، مغفرت او رضوان ووايه)) او معلومه ده که الله تعالی دا د عا د خپل استازي په اړه قبوله کړې وي؛ نو بايد د هغه پر آل يې هم درود ويلى وي او له مؤمنينو يې غوښتې وي، چې پر استازي او پر آل يې درود ووياست. دا وه په صواعق کې د ابن حجر خبره.

آل محمد؛ علي، حسن، حسين او فاطمه دي

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: 6ټوک، 323 مخ) پرخپل سند له شهر بن حوشب له ام سلم څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: رسول الله، بي بي فاطمې ته وويل: ((مېړه او دوه زامن دې راوله)). بي بي فاطمې راوستل؛ بيا رسول الله پرې فدکي څادر خپور کړ او خپل لاس يې پرې کېښود او و يې ويل: ((خدايه! دوى آل محمد دي؛ نو درود او برکت پر محمد او آل يې راولېږه، چې ته حميد او مجيد يې)) حضرت ام سلمه بي بي وايي: ما ترې د څادر يوه څنډه راکښوده، چې زه هم تر څادر لاندې شم؛ نو رسول الله راڅخه کش کړ او و يې ويل: ته پر خير يې.

دا روايت طحاوي؛ مشکل الاثار: لومړي ټوک، 108 مخ، متقي هندي؛ کنزالعمال: 7ټوک، 103 مخ او سيوطي په درالمنثور کې د د احزاب د سورت تر تطهير آيت لاندې رواړى دى.

(مستدرک الصحيحين: 3ټوک، 108 مخ) پر خپل سند له عامر بن سعد څخه روايت راوړى، چې لنډيز يې دادى: يوه ورځ معاويه بن ابوسفيان سعد بن ابي وقاص ته وويل: ولې د ابو طالب زوى ته کنځل نه کړې؟ سعد: په اړه يې، چې درې خبرې رايادې شي؛ نو کنځلې ورته نه کوم؛ هغه درې څيزونه، چې رسول الله يې په اړه وويل، که يو يې هم زما په اړه و؛ نو پر ځمکه به را ته تر ټولو ګران بيه څيزونو ښه و. معاويه بن ابوسفيان وپوښتل: ابا اسحاقه! هغه درې څيزونه څه دي؟ سعد: هغه مهال، چې له اسمانه وحى راغله؛ نو رسول الله، علي، حسن، حسين او فاطمه تر څادر لاندې کړل او و يې ويل: ((خدايه! دوى مې اهلبيت دي)). دويم داچې د تبوک د جګړې پر ورځ رسول الله علي خپل ځايناستى کړ او پخپله جګړې ته ولاړ؛ نو علي ګيله وکړه: رسول الله! زه دې په مدينه کې له ښځو او ماشومانو سره پرېښووم؟ رسول الله وويل: ((خوښ نه يې داسې راته ووسى؛ لکه هارون، چې موسى ته و؛ خو پر دومره توپير، چې تر ما روسته به بل پېغمبر نه راځي؟)) او درېیم داچې د خيبر پر ورځ رسول الله وويل: د جګړې بېرغ به ډېر ژر هغه ته ورکړم، چې پر الله تعالی او استازي يې ګران دى او الله تعالی او استازى يې هم پرې ګران دى او الله تعالی به دا جګړه مسلمانانو ته د هغه په لاس و ګټي؛ نو دا مهال ټول اصحاب په تمه ول، چې هغوى به ښيي؛ خو رسول الله وويل: علي چېرې دى؟ وويل شول: سترګې يې خوږېږي. د الله تعالی استازي وويل: ورته ووايه، چې راشي. ولاړل او علي يې راوست، چې راغى؛ نو رسول الله ورته خپلې توکاڼې په سترګو کې وموږلې او د جګړې بېرغ يې ورکړ او الله تعالی پرې خيبر سوبه کړ.

حاکم ددې حديث تر نقلولو روسته وايي: دا حديث ټول هغه شرائط لري، چې مسلم او بخاري يې د يو حديث د سم والي لپاره غواړي او دا حديث يې د درېیم ټوک په 147 مخ کې لنډون راوړى دى. متقي؛ کنزالعمال: 6ټوک، 405 مخ له عبد الله بن حعفر بن ابيطالب څخه د صفيه (د ام سلمه په ځاى) په اړه راوړي او سند يې هم ورته سم ګڼلى دى او سيوطي؛ درالمنثور هم دا روايت د تطهير تر آيت لاندې راوړى دى.

(امام احمد حنبل؛ مسند: 6ټوک، 296 مخ) پر خپل سند له ام سلمه نقل کړي: يوه ورځ رسول الله زما په کور کې و، چې خادم وويل: علي او فاطمه د وره شاته دي. رسول الله راته وويل: پاڅه او زما له اهلبيتو لرې شه! زه پاڅېدم او لرې ودرېدم، چې علي او فاطمه راغلل، حال دا، حسن او حسين هم ورسر ه ول؛ بيا رسول الله دواړه واخستل او په غېږ کې يې کېنول او ښکل يې کړل او بيا يې يو لاس پر علي او بل يې پر فاطمې کېښود او دواړه يې ښکل کړل او بيا يې پرې يو تور څادر واچاوه او و يې ويل: ((خدايه! زه او اهلبيت مې د تا پر لور يو؛ نه د اور پر لور.)) ام سلمه وايي: ما وويل: او زه. راته يې وويل: او ته.

دا مضمون او ورته نږدې يو مضمون محب طبري له ذخاير نه (7ټوک؛ 103 مخ)او اختصار يې په هماغه مخ کې له طبراني نقل کړى او او بيا يې يو ورته مضمون په 217 مخ کې له طبراني له واثله څخه روايت کړى او هيثمي؛ مجمع: 9ټوک، 167 مخ هم دا روايت له واثله بن اسقع نه نقل کړى دى.

رسول الله منع کړي يو، چې بتراء درود مه وياست

(صواعق محرقه: 87 مخ) کې د رسول الله وينا ده: پر ما بتراء درود مه وياست. وپوښتل: بتراء څه دي؟ و يې ويل: داچې ووياست: اللم صل على محمد او بس؛ بلکې بايد ووياست: اللهم صل على محمد و على آل محمد.

د تطهير آيت د رسول الله، علي، فاطمې، حسن او حسين په اړه راغلى دى

(صحيح مسلم د فضايل الصحابه کتاب: د فضايل اهل البيت باب) پر خپل سند له صفيه بنت شيبه نه روايت کړى، چې و يې ويل: يوه ورځ سهار د الله تعالی استازي حال دا، يو تور خال څادر پر اوږه اچولې و، په کور کې ناست و، چې حسن او ورپسې حسين او ورپسې فاطمه او په پاى کې علي هم راغى او رسول الله تر څادر لاندې ځاى کړل او چې راټول شول، دا آيت يې ووايه: ((انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهر کم تطهيرا).

دا روايت حاکم؛ مستدرک الصحيحين: 3ټوک، 147 مخ هم راوړى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند وګاڼه، چې مسلم او بخاري يې د يو صحيح حديث لپاره غواړي.

بيهقي؛ سنن: 2ټوک، 149 مخ او ابن جرير د خپل تفسير د 22 ټوک په 5 مخ کې او سيوطي هم په درالمنثور کې د تطهير تر آيت لاندې راوړى (او د هغه د وينا له مخې) ابن ابي شيبه او ابن ابي حاتم هم دا روايت نقل کړى او زمخشري هم دا روايت د مباهلې په آيت کې راوړى او فخر رازي يې په اړه ويلي: پوه شه، چې دا هغه روايت دى، چې پر سموالي يې د تفسيرونو او حديثونو د کتابونو خاوندان يوه خوله دي.

(صحيح ترمذي: 2ټوک: 209 او 308 مخونه) پورتني روايت ته ورته روايت راوړى او ويلي يې دي: له ام سلمه، معقل بن يسار، ابي الحمراء او انس نه نور روايتونه هم نقل شوي دي.

طحاوي؛ مشکل الاثار: لومړى ټوک، 335 مخ او ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه: 2ټوک، 12 مخ او ابن جرير طبري؛ د خپل تفسير د 22 ټوک په 6 او 7 مخ کې ويلي: ام سلمه د هغوى لپاره حريره (فېرني) پخه کړه؛ هغوى وخوړه بيا ويده شول او بيا پرې رسول الله څادر واچو.

(صحيح ترمذي: 2ټوک: 319 مخ)پر خپل سند له شهر بن حوشب څخه همدا مضمون نقل کړى او ويلي يې دي، چې دا حديث په دې اړه تر ټولو غوره حديث دى او په دې اړه له عمرو بن ابي سلمه، انس بن مالک، ابي الحمراء، معقل بن يسار او عايشې بي بي روايتونه نقل شوي دي.

ابن جرير طبري ددې روايت تر نقلولو روسته ويلي دي، چې دا يا څادر و او يا چپنه وه.

احمد بن حنبل؛ مسند: 6ټوک، 306 مخ، ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه ٤ټوک، 29 مخ، محب طبري؛ ذخاير: 21 مخ او ابن حجر عسقلاني؛ تهذيب التهذيب، 2ټوک، 297 مخ هم دا روايت په لږ اختلاف نقل کړى دى او حريره هغه خواړه ول، چې له شيدو او اوړو جوړېدل.

(صحيح ترمذي: 2ټوک: 29 مخ)پر خپل سند له انس بن مالک څخه نقل کړي، چې و یې ويل: دشپږ مياشتو لپاره دا کار رسول الله خپل دود کړى و، چې جومات تله؛ نو د فاطمې د کور د ور له مخې به تېرېده او ويل يې: (لمونځ اى زما اهلبيتو!) (انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا) او په دې اړه له ابي الحمراء، معقل يسار او ام سلمه روايتونه نقل شوي دي.

او همدا روايت ابن جرير طبري؛ تفسير: 22 ټوک، 5 مخ او حاکم؛ مستدرک: 3ټوک، 158 مخ کې هم راوړى دى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلى، چې مسلم د يو روايت د سموالي لپاره ښوولي دي او احمد حنبل؛ مسند: 3ټوک، 252 مخ او ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه ٥ټوک، 521 مخ او متقي؛ کنزالعمال: 7ټوک، 103 مخ له ابن ابي شيبه نه او سيوطي په درالمنثورکې د تطهير تر آيت لاندې راوړى او ويلي يې دي: ابن منذر، ابن مردويه او طبراني يې نقلونکي دي.

سيوطي په درالمنثور کې د طه د سورت په ((وامر اهلک بالصلوة)) آيت کې له ابن مردويه، ابن عساکر، ابن نجار، ابي سعيد خدري روايت کړى او ويلي يې دي: چې دا آيت راغى؛ نو رسول الله د اتو مياشتو لپاره د علي د کور مخ ته راته. ويل يې: (لمونځ! الله تعالی دې درباندې ولورېږي؛ انما يريد الله) الخ.

(ابن جرير طبري؛ تفسير: 22 ټوک، 7 مخ) پر خپل سند له حکيم بن سعد څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: له ام سلمه سره د علي خبره رامنځ ته شوه، چې و يې ويل: د (انما يريد الله) الخ، آيت د علي په باب نازل شوى دى (او د حديث تر پايه).

(مستدرک: 2ټوک، 416 مخ) پر خپل سند له ام سلمه روايت کړى، چې ويلي يې دي: د ((انما يرېد الله)) الخ، آيت زما په کور کې نازل شو او بيا يې د را نازلېدو کيسه کړې او د مستدرک خاوند وايي: دا حديث ټول هغه شرايط لري، چې بخاري يې د حديث د سموالي لپاره غواړي او همدا روايت يې د نهم ټوک په 147 مخ کې راوړى دى او بيهقي؛ سنن: 2ټوک، 150 مخ، طحاوي؛ مشکل الاثار: لومړي ټوک، 344 مخ، خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: 9ټوک، 126 مخ، ابن جرير طبري؛ تفسير: 22 ټوک، 7 مخ، ابن اثير؛ اسدالغابه: 5ټوک، 521 او 589 مخونه او محب طبري؛ ذخاير: 23 مخ کې نقل کړى دى؛ چې البته محب طبري يې تر نقلولو روسته ويلي دي: ابوالخير قزويني هغه را وړى دى.

(مستدر ک الصحيحين: 3 ټوک، 147 مخ) پر خپل سند له عبدالله بن جعفر بن ابيطالب څخه دې مضمون ته نږدې يو بل روايت نقل کړى او تر نقلولو روسته يې ويلي دي: سند يې سم دى.

سيوطي؛ در المنثور: 5ټوک، 198 او 199 مخونه) تر ويينې لاندې د آيت تر تفسير لاندې ليکي: ابن مردويه له ام سلمه روايت کړى، چې و یې ويل: دا آيت په داسې حال زما په کور کې نازل شو، چې اووه کسان مې په کور کې ول: 1_جبراييل 2_ميکائيل 3_علي 4_ فاطمه 5_حسن 6_ حسين 7_ او په خپله زه، چې ولاړه ومه او و مې ويل: رسول الله! زه له اهلبيتو ځنې نه يم؟ و يې ويل: ته پر خير يې او د رسول الله مېرمن يې

سيوطي دې روايت ته ورته يو بل روايت له ابن مردويه نه او خطيب له ابي سعيد نه نقل کړى او وايي: (هغه دا حديث صحيح ګڼلى) او ابن جرير او ابن منذر او حاکم (هغه هم دا حديث صحيح ګڼلى) او ابن مردويه او بيهقي پر خپلو سندونو له څو لارو له ام سلمه روايت کړى دى

بيا وايي: ابن جرير، ابن ابي حاتم، طبراني او ابي سعيد روايت کړي، چې و يې ويل: رسول الله ويلي دي: دا آيت زما، علي، فاطمه، حسن او حسين په باب نازل شوى دى.

بيا وايي: ابن ابي شيبه، احمدبن جرير، ابن منذر، ابن ابي حاتم، طبراني، حاکم (هغه دا حديث صحيح ګڼلى) او بيهقي په خپل سنن کې له واثله بن اسقع نه روايت کړى، چې و يې ويل: (د حديث تر پايه).

بيا وايي: حکيم ترمذي، طبراني، ابن مردويه، ابونعيم او بيهقي په دلائل کې ټولو له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې و يې ويل: رسول الله وويل: الله تعالی مخلوقات دوې ډولې کړل او زه يې غوره ډول کړم. تردې، چې وايي: بيا يې ټبرونه هم پر کورنو واېشل او زه يې له غوره کورنۍ کړم؛ هغه کورنۍ، چې په اړه يې وويل شول: (انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا)؛ نو موږ اهلبيت له ګناه پاک يو.

او همداراز وايي: ابن جرير، ابن ابي حاتم له قتاده نه روايت کړى، چې د پورتني آيت په تفسير کې يې وويل: ((دا هغه اهلبيت دي، چې الله تعالی له هر ډول بدۍ پاک کړي او خپله لورنه يې ورته ځانګړې کړې)) او دا حديث ضحاک بن مزاحم راوړى، چې تل به رسول الله ويل: ((موږ هغه اهلبيت يو، چې الله تعالی پاک کړي يو، د نبوت له شجرې او د رسالت له دريځه يو او د پرښتو د تلو راتلو ځاى، د رحمت کور او د علم کان يو.))

او هم وايي: ابن مردويه له ابي سعيد خدري روايت کړى، چې کله علي د فاطمې بي بي مېړه شو؛ نو رسول الله يې څلوېښت ورځې د کور وره ته راته، ويل يې: ((زما اهلبيتو!سلام، لورنه او برکت دې پر تاسې وي، د الله تعالی لپاره لمونځ مو رحمت شه؛ (انمايريد الله) الخ زه له هغوى سره په جګړه کې يم، چې درسره په جګړه کې دي او د هغوى دښمن يم، چې ستاسې دښمن دى او له هغوى سره په سوله او دوستۍ کې يم، چې درسره په سوله او دوستۍ کې وي.))

دې روايت ته ورته يو بل روايت له ابن جرير، ابن مردويه، ابي الحراء او حضرت ابن عباس څخه نقل شوى دى.

(امام احمد حنبل؛ مسند: لومړي ټوک، 330 مخ) پر خپل سند له عمرو بن ميمون نه روايت کړى، چې و يې ويل: زه له حضرت ابن عباس سره وم، چې نهه کسان ورته راغلل او و يې ويل: يا دا ځاى راته خالي کړه او يا راسره ګوښي ځاى ته ولاړ شه؛ نو حضرت ابن عباس وويل: درسره به ولاړ شم. راوي وايي: تر هغه ورځې حضرت ابن عباس روغ و او لا ړونډ شوى نه و او ورسره يو کونج ته ولاړ او ورسره پر خبرو شو؛ خو پوه نشوم، چې څه يې وويل، چې ناڅاپه مو حضرت ابن عباس زموږ پر لوري پر راتګ وليد، حال دا، جامې يې څنډلې او ويل يې: هېښنده ده، چې هغه سړي ته کنځل کوي، چې لس ځانګړنې لري:

1_ د الله تعالی استازي يې په اړه وويل: سبا به يو داسې کس جګړې ته ولېږم، چې الله تعالی به يې تر ابده خوار نه کړي؛ الله تعالی او استازى يې پرې ګران دى؛ نو پر هغه ورځ ډېر په تمه ول، چې هغوى ته به غږ وکړي؛ خو رسول الله وپوښتل: علي چېرې دى؟ وويل شول: مېچنه کوي. رسول الله وويل: ولې په تاسې کې کوم يو دا کار و نه کړ؟ بيا علي راغى، حال دا، سترګې يې داسې خوږېدې، چې هېڅ ځاى ورته نه ښکارېده او بيا رسول الله ورته سترګې دم کړې او بيا يې د جګړې بېرغ درې وارې ورپاو او بيا يې علي ته ورکړ؛ علي هم د کلا پر لور ولاړ؛ کلا يې سوبه کړه او صفيه د حى لور يې اسيره راوړه.

2_پلانى يې د مکې پر لور ولېږه، چې د توبې سورت د مکې خلکو ته ووايي او بيا يې علي ورپسې ولېږه، چې سورت ترې واخلي او د لېږلو پر مهال، رسول الله وويل: دا سورت يوازې هغه کس بايد يوسي، چې له ما څخه او زه له هغه څخه ووسم.

3_ رسول الله خپلو تربورانو ته وويل: په تاسې کې کوم يو چمتو دى، چې په دنيا او آخرت کې راسره موالات وکړي؟ علي يوازېنى کس و، چې و يې ويل: رسول الله! زه به په دنيا او اخر ت کې درسره موالات کوم. رسول الله وويل: ته په دنيا او اخرت کې زما ولي يې او دا خبره يې دوه وارې وکړه.

4_او هغه په نارينه وو کې ړومبى و، چې اسلام يې راوړ.

5_د الله تعالی استازي پر علي، فاطمه، حسن او حسين څادر واچاوه او و یې ويل: (انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا).

6_ علي و، چې ځان يې پر الله تعالی وپلوره او او د الله تعالی داستازي په بستره کې څملاست؛ نوچې کله حضرت ابوبکر راغى؛ نو ګومان يې وکړ، چې رسول الله دى؛ نو غږ يې کړ: رسول الله! علي وويل: د الله تعالی استازى د ميمون د څاه پر لور ووت، ژر ولاړ شه او ځان ورورساوه او بيا حضرت ابوبکر روان شو او ځان يې رسول الله ته ورساوه.

7_ علي به د رسول الله په څېر تيږه اچوله.

8_ رسول الله، چې د تبو ک د جګړې لپاره وته؛ نو علي وويل: اجازه راکوئ، چې زه هم درسره ولاړ شم؟ رسول الله وويل: نه!؛ نو علي وژړل، چې بيا د الله تعالی استازي وويل: ته تر ما روسته د هر مؤمن ولي يې.

9_ رسول الله حکم وکړ، چې بې د علي د کور له وره نور ټول ورونه وتړئ او علي د رسول الله په څېر کړاى شول په جنابت کې جومات ته راشي؛ ځکه لار يې پر جومات وه او بې له هغې يې بله لار نه درلوده.

10_ علي هغه دى، چې رسول الله يې په اړه وويل: د چاچې زه ولي يم؛ نو علي يې هم ولي دى.

دا روايت: نسائي؛ خصايص: 8 مخ او محب طبري؛ رياض النضره، 2ټوک، 203 مخ کې راوړى او د (موافقات) په کتاب کې يې احمد، حافظ ابوالقاسم دمشقي ته نسبت ورکړى او په (اربعين الطوال) کې يې د هغه روايت يوه برخه نسائي ته نسبت ورکړې او هيثمي؛ مجمع: 9ټوک، 119 مخ هم راوړى دى او هغه يې احمد او طبراني ته په (کبير او اوسط) کې نسبت ورکړى دى.

(احمد حنبل؛ مسند: 4ټوک، 107 مخ) پر خپل سند له شداد بن ابي عمار له واثله بن اسقع نه د تطهير د آيت دشان نزول په اړه يو روايت نقل کړى؛ خو داچې مضمون يې د تېرو روايتونو په څېر و؛ نو را مو نه وړ. ابن جرير هم په خپل تفسير 22 ټوک په 6 مخ کې او حاکم؛ مستدرک: 2ټوک، 416 مخ او همداراز په 3ټوک، 147 مخ کې هم راوړى او هغه يې د صحيحو حديثونو د شرايطو خاوند ګڼلى دى.

بيهقي هم دا حديث په خپلو سننو کې له دوو لارو د دويم ټوک په 152 مخ کې او طحاوي؛ مشکل الاثار: لومړى ټوک، 336 مخ او متقي؛ کنزالعمال: 7ټوک، 92 له ابي شيبه او ابن عساکر څخه نقل کړى او هيثمي هم په خپله مجمع کې د نهم ټوک په 167 مخ کې او هغه يې احمد او ابويعلي ته نسبت ورکړى او په 147 مخ کې يې پر بل عبارت راوړى او طبراني ته يې نسبت ورکړى دى.

(امام احمدحنبل؛ مسند: 6ټوک، 292 مخ)پر خپل سند له حضرت ام سلمه بي بي روايت کړى، چې ويلي يې دي: رسول الله زما په کور کې و، چې فاطمې د تيږې په يو ديګ کې حريره راوړه؛ نو فاطمه مې خپلې کوټې ته بوتله، رسول الله فاطمې ته وويل: ولاړه شه او مېړه او زامن دې هم راوله . ام سلمه وايي: علي، حسن او حسين راغلل او حريره يې وخوړه، د الله تعالی استازى په دې ټوله موده کې پر خيبري څادر ناست و او ما هم په کوټه کې لمونځ کاوه؛ نو الله تعالی د تطهير آيت را نازل کړ او بيا رسول الله د څادر ډېره برخه پرې واچوله، چې ټول يې پټ کړل او بيا يې خپل لاس پورته کړ او و یې ويل: خدايه! دا زما اهلبيت دي. خدايه! له هر ډول چتلۍ يې پاک کړه او هاغسې، چې په خپله پوهېږې پاک يې کړه؛ نو په دې وخت کې ما هم سر له کوټې رابهر کړ او و مې ويل: زه هم درسره يم. رسول الله وويل: ته پر خېر يې.

دا روايت: واحدي؛ اسباب النزول: 267 مخ او طحاوي؛ مشکل الاثار: لومړى ټوک، 332 او 334 مخونو کې له دوو لارو او محب طبري؛ ذخاير: 23 مخ رواړي او د ذخاير د روايت په پاى کې دا زياتوالى راغلى دى: زه به له هغوى سره په دښمنۍ کې يم، چې له دوى سره په دښمنۍ کې وي او له هغوى سره به په دوستۍ کې يم، چې زما له اهلبيتو سره په دوستۍ کې وي او بيا وايي: دا حديث قبايي په معجم کې او سيوطي د درالمنثور په کتاب کې د تطهير تر آيت لاندې راوړى او ويلي يې دي: دا حديث ابن جرير، ابن منذر، ابن ابي حاتم، طبراني او ابن مردويه له حضرت ام سلمه روايت کړى دى.

(امام احمد حنبل؛ مسند: 6ټوک، 292 مخ)پر خپل سند له شهر بن حوشب څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: هغه مهال، چې د حسين بن علي د وژنې خبر ام سلمه بي بي ته راغى؛ نو و يې ويل: د عراق خلک ملعون شوي دي؛ حسين بن علي يې وژلى دى؛ الله تعالی دې هغوى ووژني، چې ورسره وجنګېدل او مړ يې کړ، ما په خپله وليدل، چې يوه ورځ فاطمې د تيږې په يوه ديګي کې حريره راوړه او په پتنوس کې تر اچولو روسته يې د رسول الله مخې ته کېښود، چې رسول الله فاطمه وپوښتله: د تره زوى دې چېرې دى؟ و يې ويل: په کور کې دى. رسول الله وويل: ولاړه شه او ورته ووايه، چې راشه او زامن دې هم له ځان سره راوله. ام سلمه وايي: فاطمه راغله او دوه بچي يې له لاسه نيولي ول او علي هم ورپسې را روان و؛ نو رسول الله هغه دوه ماشومان په غېږ کې واخستل او علي يې ښې خواته او فاطمه يې کيڼې خوا ته کېنوله او تر دې روسته رسول الله هغوى په خيبري څادر کې راټول کړل او پر چپ لاس يې د څادر دواړه پيسکې ونيوې او ښې لاس يې اسمان ته پورته کړ او و يې ويل: خدايه! چټلي ترې لرې کړه او هماغسې، چې پخپله پوهېږې، دوى سپېڅلي کړه. خدايه! دا زما اهلبيت دي، له دوى پليدي لرې کړه او هماغسې، چې پخپله پوهېږې، سپېڅلي يې کړه. ما په دې وخت کې وويل: آيا زه ستا اهل نه يم؟ و يې ويل: ته هم راننوځه او زه هغه مهال تر څادر لاندې شوم، چې د اهلبيتو په اړه يې دعا پاى ته ورسېده.

دا روايت: ابن جرير، طبري؛ تفسير طبري: 22 ټوک، 6 مخ، طحاوي؛ مشکل الاثار: لومړى ټوک، 335 مخ او محب طبري؛ ذخاير: 22 مخ هم نقل کړى دى.

(خصايص نسائي: 4 مخ) پر خپل سند له عامر بن سعد بن ابي وقاص څخه روايت کړى، چې و يې ويل: معاويه بن ابوسفيان مې پلار ته امر وکړ، چې علي ته کنځل وکړه. سعد وويل: چې کله د هغه په باب د رسول الله درې جملې رايادې شي؛ نو هېڅکله به ورته کنځل و نه کړم او که هغه يوه يېس هم زما په اړه وه؛ نو پر ځمکه به راته تر ټولو ګران بيه څيزونو غوره وه: 1_ په يو جګړه کې رسول الله علي ته ګډون نه و ورکړى؛ نو علي ګيله وکړه او و يې ويل: رسول الله! ما د جهاد له ثوابه بې برخې کوې او له ښځو او ماشومانو سره مې پرېږدې، چې پېغمبراکرم وويل: ((خوښ نه يې، چې داسې راته يې؛ لکه هارون، چې مو سى ته و؛ خو پر دومره توپير، چې تر ما روسته څه نبوت نشته.))

دويم داچې رسول الله د خيبر پر ورځ په اړه يې وويل: سبا به د جګړې بېرغ هغه ته ورکړم، چې الله تعالی او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر الله تعالی او استازي يې ګران دى؛ نو چې سبا شو؛ نو ټولو غږ نيولى و، چې رسول الله به پرې غږ کوي؛ خو رسول الله پر علي غږ وکړ او چې علي يې ورته راوست؛ سترګې يې خوږېدې، رسول الله خپلې توکاڼې ورته په سترګو کې مرهم کړې او بيا يې د جګړې بېرغ ورکړ.

درېیم داچې کله د (انما يريد الله) الخ آيت نازل شو؛ نو رسول الله علي، فاطمه، حسن او حسين را وغوښتل او يې ويل: خدايه! دا زما اهلبيت دي.

(د بغداد تاريخ: 10 ټوک: 278 مخ)پر خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري د تېرو راويتونو په څېر روايت راوړى او ابن جرير طبري؛ تفسير: 22 ټوک، 7 مخ هغه له حضرت ام سلمه او په 5 مخ کې له حضرت ابي سعيد خدري او محب طبري؛ ذخاير: 24 مخ کې راوړى او هغه يې امام احمد او په مناقب کې يې طبراني ته نسبت ورکړى دى او هيثمي؛ مجمع: 9ټوک، 167 مخ کې راوړى او هغه يې بزار ته نسبت ورکړى او علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په 590 مخ کې نقل کړى دى.

(رياض النضره: 2ټوک، 188 مخ) وايي: د تطهير آيت، چې راغى؛ نو رسول الله علي، فاطمه، حسن او حسين د ام سلمه بي بي کور ته را وغوښتل (د حديث تر پايه) او په پاى کې يې هغه قلعي ته هم نسبت ورکړى دى.

(استيعاب: 2ټوک: 598 مخ) له ابي الحمراء روايت کړى دى، چې ويلي يې دي: زه يوه مياشت په مدينه کې وم او هر سهار به مې ليدل، چې رسول الله د فاطمې بي بي د کور مخې ته راځي او وايي: (لمونځ! لمونځ! انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا).

دا روايت: ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه: 5ټوک، 66 او 174 مخ هم نقل کړى دى.

(د ابن جرير طبري تفسير؛ 22ټوک: 6 مخ) له ابي الحمراء يو بل روايت نقل کړى، چې و يې ويل: چې اوه مياشتې په مدينه کې وم.

ابي داودطيالسي؛ 8ټوک، 274 مخ له حضرت انس بن مالک څخه يو بل روايت نقل کړى، چى د رسول الله ددې عمل موده يې يوه مياشت ښوولې ده.

(کنزالعمال؛ 7ټوک، 97 مخ) له واثله پر همدې مضمون روايت نقل کړى دى. اسدالغابه هم د دويم ټوک په 20 مخ کې له اوزاعي له شدادبن عبدالله له واثله بن اسقع نه همدې روايت ته ورته روايت نقل کړى دى او په اخر کې يې راغلي: ما واثله ته وويل: له رجسه مراد څه دى؟ و يې ويل: پر الله تعالی شک او د درېیم ټوک په 413 مخ کې د عطيه په ژباړه کې (چې اسماعيل په اصحابانو کې شمېرلى) او له عمير ابي عرفچه له عطيه هغه روايت ته ورته يو روايت راوړى، چې دا روايت ابن حجر؛ اصابه: 4ټوک، 247 مخ هم راړى دى.

(مشکل الاثار: لومړى ټوک، 332 مخ) پر خپل سند له ام سلمه بي بي او په 333 مخ کې هم له ام سلمه بي بي او په 332 مخ کې له عامر بن سعد له پلار يې او 336 مخ کې پر خپل سند له عمرة الهمدانيه په دې اړه روايت نقل کړى، چې په روستي کې راعلي، چې عمرة وويل: ام سلمه ته مې وويل: ام المؤمنين! ددې سړي په اړه را ته څه ووايه، چې په موږ کې و او ووژل شو او ځينې ورسره دښمنان ول او ځينې ورسره دوستان وو. ام سلمه بي بي وويل: ستا بدې راځي او که ښه دې راځئ؟ ورته مې وويل: نه مې ښه راځي او نه مې بدې راځي. _ د مشکل الاثار په کتاب کې يو څه نه دي چاپ شوي او له دې ځايه پيلېږي_ الله تعالی د (انما يريد الله) آيت را نازل کړ، حال دا، په کور کې بې له جبراييل، د الله تعالی له استازي، علي، فاطمې، حسن او حسين بل څوک نه وو؛ نو ما وويل: رسول الله! زه هم له اهلبيتو ځنې يم؟ راته يې وويل: ته له الله تعالی سره خپل ثواب لرې. پر الله تعالی چې ډېر مې زړه غوښتل، چې رسول الله راته ووايي، چې ته هم له اهلبيتو څخه يې او که را ته يې ويلي واى؛ نو تر ټولو هغه څيزونو به را ته ښه واى، چې لمر پرې لګېږي.

مشکل الاثار: 338 مخ هم له ابي الحمراء په همدې اړه يو روايت راوړى دى.

(هيثمي؛ مجمع: 9ټوک، 169 مخ) له حضرت ابي سعيد خدري روايت نقل کړى، چې ويلي يې دي: روسته تردې، چې رسول الله فاطمه علي ته ورواده کړه؛ نو څلوېښت ورځې به يې دکور د وره مخې ته راتله او ويل يې: (السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته؛ انما يريد الله. . .) الخ او دا روايت يې د طبراني د اوسط کتاب ته هم نسبت ورکړى دى او د6ټوک په په 121 مخ کې يې له ابي الحمراء روايت نقل کړى، چې د الله تعالی استازي دا کار 6مياشتې وکړ او د 9 ټوک په 169 مخ کې يې له ابي برزه روايت نقل کړى، چې رسول الله دا کار 7 مياشتې وکړ او د لومړي ټوک په 206 مخ کې يې له حضرت انس بن مالک څخه روايت راوړى، چى ويلي يې دي: حضرت عمر بن الخطاب، حضرت ابو بکر ته ورغى او ورته يې وويل: ولې پر فاطمه مرکه نه کوې؟ حضرت ابوبکر وويل: رسول الله ما ته خپله لور نه راکوي او بيا حديث ته ادامه ورکوي، چې دې ځاى ته را رسي، چې علي له فاطمې سره واده وکړ او په پاى کې وايي: رسول الله وويل: ام ايمن! يوه لوټه اوبه راوړه؛ اوبه يې ورته راوړې او رسول الله هم له هغې اوبو يو څه وڅښکلې او بيا يې فاطمې ته ورکړې، چې هغه يې هم وڅښکي او بيا يې ترې اوبه واخستى او پر هغه اوبو يې د فاطمې تندى، د وليو منځ او سينه واچولې او بيا يې علي ته اوبه ورکړې او ورته يې وويل: وڅښکه! او بيا يې د علي تندى، د وليو منځ او سينه پرې غوړه کړه او و يې ويل: خدايه! دا زما اهلبيت دي، چټلي ترې لرې کړه او هاغسې، چې په خپله پوهېږې، تطهير يې کړه.

او د نهم ټوک په 207 مخ کې يې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: خلکو به تل د الله تعالی پر استازي د فاطمې مرکه کوله؛ خو رسول الله به نه ورکوله، چې حضرت سعد بن معاذ له علي سره وکتل او همداراز خپله کيسه کوي، چې وايي: د الله تعالی استازي وويل: اسماء! په يو لوښي کې اوبه راوړه! اسماء راوړې او بيا رسول الله هغه پر خپل مخ او پښو و موږلې او بيا يې فاطمه راوغوښته او اوبه يې ورته پر سر او سينه وشيندلې او بيا يې هغه اوبه راخستى او پر خپل ځان او فاطمې يې پخنک کولې او بيا يې وويل: هغه له ما او زه له هغه يم؛ نو خدايه؛ لکه څنګه چې دې زه له چټلۍ پاک کړم، لور مې او مېړه يې هم له پليدۍ پاک کړې او هغسې، چې ته پوهېږې، سپېڅلى يې کړې او بيا يې د اوبو يو بل لوښى راوغوښت او هماغه کار يې له علي سره هم وکړ او هماغه دعا يې ورته وکړه او تر دې روسته يې دواړو ته وويل: پاسئ او خپل کور ته ولاړ شئ؛ الله تعالی دې تاسې دواړه وبښي او الله تعالی مو زړونه سره ولګوه او الله تعالی دې ستاسې نيتونه الله تعالی صالح کړي. (او د حديث تر پايه)

او د نهم ټوک په 146 مخ کې وايي: له ابي الطفيل نه روايت شوى، چې ويلي يې دي: حسن بن علي موږ ته وينا کوله؛ د الله تعالی تر حمد او ثنا روسته يې وويل: زه د بشير او د نذير زوى يم، زه د رسول الله زوى يم، زه د الله تعالی پر لور د رابلونکي زوى يم، زه د بلې ډيوې زوي يم، زه د هغه چا زوى يم، چې الله تعالی د عالميانو لپاره رحمت رالېږلى دى، زه له اهلبيتو څخه يم، چې الله تعالی چټلي ترې لرې کړې او هغوى الله تعالی هغسې، چې په خپله پوهېده، تطهېر کړي دي (د حديث تر پايه) او بيا يې حديث د طبراني کبير او اوسط کتابو او بوعلي او بزاز ته نسبت ورکړى دى.

او د نهم ټوک په 172 مخ کې وايي: له ابي جميله نه روايت شوى، چې د علي تر وژل کېدو روسته حسن بن علي ځايناستى وټاکل شو، يو د لمانځه پر مهال له خپل ځايه راپاڅېد او هغه يې پر پنډۍ په چاړه وواهه؛ حسن د څو ورځو لپاره رنځور شو او تر رغېدو روسته يې پر ممبر وويل: د عراق خلکو! زموږ په اړه له خدايه ووېرېږئ ؛ موږ هم ستاسې اميران يو او هم مېلمانه او موږ هغه اهلبيت يو، چې الله تعالی يې په اړه په قرآن کې ويلي دي: (انما يريد الله) پر هغه ورځ يې دومره خبرې وکړې، چې په جومات کې داسې څوک نه وو پاتې، چې ژړلي به يې نه ول او بيا وايي: طبراني هم دا حديث راوړى او رجال يې ټول ډاډمن دي.

(مستدرک الصحيحين: 3ټوک، 172 مخ) پر خپل سند له علي بن الحسين نه روايت کړى، چې ويلي يې دي: حسن بن علي د خپل پلار تر وژل کېدو روسته خلکو ته وينا وکړه او د الله تعالی تر حمد او ثنا روسته يې وويل: خلکو څوک چې موږ پېژني؛ نو پېژني مو اوکه څوک مو نه پېژني؛ نو زه حسن بن علي د رسول الله زوى يم؛ زه يې د وصي زوى يم، زه د بشير زوى يم، زه د نذير زوى يم، زه د الله تعالی پر لور د رابلونکي زوى يم، زه د بلې ډيوې زوى يم، زه له هغو اهلبيتو څخه يم، چې جبراييل به ورته راتله او له کوره به يې اسمان ته الوته، زه له هغو اهلبيتو څخه يم، چې الله تعالی له هر ډوله پليدۍ پاک کړي وو او هغسې، چې پخپله پوهېده، تطهير کړي يې ول.

(تفسير ابن جرير طبري: 22 ټوک، 7 مخ)پر خپل سند له ابي الديلم نه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي بن الحسين يو شامي ته وويل: د احزاب په سورت کې دې نه دي ويلي: (انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت ويطهرکم تطهيرا) شامي وويل: مګر تاسې اهل البيت ياست؟ ورته يې وويل: هو موږ اهل البيت يو.

رسول الله په

علي، فاطمه، حسن او حسين مباهله وکړه

صحيح مسلم د فضايل الصحابه د کتاب د (من فضايل علي بن ابيطالب) په باب کې پر خپل سند له عامر بن سعد بن ابي وقاص له خپل پلار روايت کړى، چې ويلي يې دي: معاويه بن ابوسفيان سعد ته امر وکړ، چې علي ته کنځل وکړي. سعد وويل: هر کله مې چې د علي په اړه د الله تعالی د استازي درې ويناوې يادې وي؛ نو هېڅکله به ورته کنځل و نه کړم او که په هغو درېو خبرو کې يوه هم زما په اړه وه؛ نو تر هغه څه به راته ښه واى، چې پر ځمکه پرې لمر لګي: 1_ په يو جګړه کې د الله تعالی استازي، علي خپل ځايناستى کړ او جګړې ته يې له ځان سره يو نه وړ؛ نو علي خپه شو او ګيله يې وکړه، چې ښځو اوماشومانو ته يې پرېږدې او د جهاد له ثوابه مې بې برخې کوې؛ نو د الله تعالی استازي وويل: خوښ يې، چې مقام دې راته داسې وي؛ لکه د هارون، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته څه نبوت نشته.

2_د خيبر پر ورځ مې واورېدل، چې رسول الله وويل: سبا به د جګړې بېرغ هغه ته ورکړم، چې الله تعالی او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر الله تعالی او استازي يې ګران دى؛ نو ټول پر تمه ول، چې رسول الله به هغوى ښيي؛ خو چې سبا شو؛ نو وا مې ورېدل، چې علي ته يې غږ کړ او چې علي يې ورته راوست؛ نو سترګې يې خوږېدې؛ نو رسول الله ورته په سترګو خپلې توکاڼې وموږلې او د جګړې بېرغ يې ورکړ اوکلا هم د علي په لاس سوبه شوه.

3_ چې کله د (قل تعالوا ندع ابنائنا و ابنائکم)آيت نازل شو؛ نو د الله تعالی استازي علي، فاطمه، حسن او حسين راوغوښتل او و یې ويل: خدايه! دوى زما اهلبيت دي.

دا روايت ترمذي؛ صحيح: 2 ټوک، 300 مخ، احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، 185 مخ، سيوطي په درالمنثور: کې د آل عمران د سورت د مباهلې تر آيت لاندې او درېیمه جمله يې صحيح ترمذي: 2ټوک، 166 مخ پر خپل سند له عامر بن عباس بن سعد بن ابي وقاص له پلار او حاکم؛ مستدرک: 3ټوک، 150 مخ (هغه دا حديث د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلې، چې مسلم او بخاري يې د حديث د صحت لپاره غواړي) بيهقي؛ سنن: 7ټوک، 63 مخ او زمخشري په کشاف کې او فخر رازي دواړو د مباهلې تر آيت لاندې او شبلنجي؛ نورالابصار: 100 مخ کې راوړى دى او د شبلنجي عبارت دا دى: ((مفسرينو ويلي دي: رسول الله چې کله دا آيت له نجرانه راغلي مسيحي پلاوي ته ووايه او مباهلې ته يې را وبلل؛ نو هغوى وويل: موږ به په خپل کار کې سوچ وکړ او سبا به ځواب درکړو او تر سلا مشورې روسته خپل مشر ته هم ورغلل، چې څه ورته وايي، هغه وويل: نصاراو! تاسې ښه پوهېږئ، چې محمد پېغمبر دى او که مباهله مو ورسره وکړه؛ نو هلاک به شو))

 او په يوه بل روايت کې يې ويلي دي: پر الله تعالی هر قوم، چې له کو پېغمبر سره مباهله وکړه؛ نو تر روستي تنه هلاک شوي دي، که زما منئ، ايمان پرې راوړئ که زما خبره نه منئ او مباهله کوئ؛ نو لږ تر لږه دا خبره خو مې واورئ، چې ولاړ شئ او له هغه سره الله تعالی پاماني وکړئ او بيا خپلې سيمې ته ستانه شئ. د نجران پلاوى پېغمبر ته ورغلل؛ و يې ليدل چې حسين يې په غېږ کې راخستى او حسن يې له لاسه رانيولې او فاطمه په پېغمبر پسې او علي هم په فاطمې پسې را روان دى؛ نو د الله تعالی استازي وويل: چې کله ما دعا وکړه؛ نو تاسې آمين ووياست. چې کله د نجران اسقف دا حالات وليدل؛ نو و يې ويل: د نجران نصاراوو! کومې څېرې، چې وينم که له خدايه وغواړي غر ورته له ځايه را ونه ړوي؛ نو الله تعالی به دا کار وکړي؛ نو مباهله و نه کړئ، چې هلاک به شئ او د قيامت تر ورځې پورې به يو نصارا هم پر ځمکه پاتې نشي؛ نو نصاراوو له ناکامه وويل: ابا القاسمه! زموږ خوښه پر دې راغله، چې مباهله و نه کړو او تا پر خپل دين پرېږدو او ته هم موږ پر خپل دين پرېږدې. رسول الله وويل: اوس چې حاضر نه ياست، چې اسلام راوړئ او مباهله وکړئ؛ نو په ګټه او تاوان کې له مسلمانانو سره شريک شئ؛ خو نصاراو و نه منله؛ نو رسول الله وويل: بايد جګړې ته چمتو شئ. نصارارو وويل: موږ له عربو سره د جګړې وس نه لرو؛ خو سوله به درسره وکړو او داچې راسره و نه جنګېږې او و مو نه وېروې او و مو نه ګواښې او له خپل دينه مو وا نه ړوې؛ نو موږ به هر کال دوه زره توپه ټوټه درکوو، چې زر توپه به يې د صفر په مياشت او نوره به يې د رجب په مياشت کې درکوو (او په يوه نقل کې راغلي)، 33 زره، 33 نر اوښان، 34 جنګي اسونه به درکوو، چې رسول الله يې دا وړانديز ومنه او له سوله يې ورسره وکړه او و يې ويل: پر هغه الله تعالی قسم، چې ژوند مې د هغه په لاس کې دى، چې عذاب تر نجران پورې رسېدلى و او که سوله يې نه وه کړې؛ نو ټول به د بيزو او خوک پر بڼه شوي ول او دښته به ورته سور اور شوې وه او الله تعالی به ان د نجران ونې او چرګان هم له منځه وړي واى او په کال کې دننه دننه به پر ځمکه ټول نصارا له منځه تللي واى.

زمخشري ددې روايت تر نقلولو روسته وايي: دا آيت د اهل کساء د فضيلت ښکارندوى دى، چې هېڅ دليل يې قوت ته نه رسي او همداراز د رسول الله د نبوت يو ښکاره دليل دى؛ ځکه نه مخالف او نه موافق داسې کوم روايت نقل کړى، چې د نجران نصاراو مباهله وکړه.

فخر رازي هم ددې روايت تر نقلولو روسته وايي: دا آيت دلالت کوي، چې حسنين د الله تعالی داستازي زامن دي؛ ځکه کله رسول الله ته دنده ورکړه شوه، چې خپلو زامنو ته په مباهله کې ګډون ورکړي؛ نو د الله تعالی استازي هغه دواړه راوړل؛ نو فرضېږي، چې ووايو هغه دواړه د رسول الله زامن دي.

بيا وايي: او هغه آيت چې پردې مانا ټينګار کوي، د انعام د سورت دا آيت دى: (و من ذريته داود و سليمان _ تردې چې وايي: و زکريا و يحيى) چې معلومه ده، چې عيسى د مور له پلوه ابراهيم ته منتسب دى؛ نه د پلار له لوري؛ نو جوتېږي، چې کله د لور زامن هم د انسان خپل اولاد ګڼل کېږي او تر يوې خبرې روسته وايي: روايت شوى، چې ابا جعفر باقر له حجاج بن يوسف سره پردې آيت استدلال کړى دى.

او همداراز د بقرې د سورت د (وعلم آدم الاسماء کلها) آيت په تفسير کې ليکي: له شعبي نقل شوي دي، چې ويلي يې دي: زه له حجاج سره وم، چې خراساني فقيه “يحيى بن يغمر” يې پر زنځيرونو تړلى له بلخه راوست؛ نو ورته يې وويل: تا ويلي، چې حسن او حسين د الله تعالی د استازي زامن دي. و يې ويل: هو!. حجاج وويل: يا بايد د خپلې خبرې لپاره د الله تعالی له کتابه واضح دليل راوړى او يا به دې د بدن يو غړى غوڅوم. يحيى وويل: حجاجه! د الله تعالی له کتابه به درته داسې ښـکاره دليل راوړم، چې ته هم ورته حيران شې. حجاج يې جرات ډېر زيات حيران کړ، چې په نوم يې ورته غږ وکړ او و يې ويل، چې د ((ندع ابنائنا و ابنائکم)) پر آيت استدلال و نه کړې. يحيى: تر دې به هم روښانه دليل راوړم او و یې ويل: (و نوحاهدينا من قبل و من ذريته داود سليمان_ تردې چې وايي _ و زکريا و يحيى و عيسى) چې په دې آيت کې عيسى د نوح ځوځات ښوول شوې ده؛ نو ته راته ووايه، چې د عيسى پلار څوک و، حجاج د څو شيبو لپاره غلى شو او بيا يې وويل: ته وا دا آيت مې تر اوسه اورېدلى نه و او بيا يې حکم وکړ: زنځير يې له پښو او لاسونو خلاص کړئ او دومره انعام هم ورکړئ.

دا کيسه سيوطي هم په درالمنثورکې د انعام د سورت ((و وهبناله اسحاق و يعقوب کلا هدينا و نوحا هدينا من قبل ومن ذريه داود و سليمان) په آيت کې له دوو لارو، چې يو يې ابن ابي حاتم له ابي حرب بن اسود او بل يې له ابي الشيخ، حاکم، او بيهقي له عبدالملک بن عميره نه نقل کړې ده.

(تفسير ابن جرير طبري: 3ټوک، 212 مخ) له زيد او بيا په 212 مخ کې له سدى نه او په 213 مخ کې له علباء بن، احمر يشکري او بيا په هماعه مخ کې له زيد نه په دې اړه روايت نقلوي، چې رسول الله، علي، فاطمه، حسن او حسين په مباهلې کې ګډون کړى و.

(سيوطي په درالمنثور کې د آل عمران د سورت د مباهلې د آيت په تفسير کې) وايي: حاکم (هغه دا حديث صحيح ګڼي) او ابن مردويه او ابو نعيم په دلايل کې له جابر څخه روايت کړى، چې و یې ويل: عاقب او سيد رسول الله ته راغلل؛ نو د الله تعالی استازي دواړه اسلام ته راوبلل، چې دواړو وويل: محمده! موږ اسلام راوړى دى. د الله تعالی استازي وويل: دروغ وياست او که زړه مو غواړي؛ نو درته به ووايم، چې ولې اسلام نه راوړئ. ورته يې وويل: ووايه. رسول الله وويل: کومه مينه، چې تاسې له صليب، شرابو او د خوک له غوښې سره لرئ؛ نو نه مو پرېږدي، چې اسلام راوړئ او بيا رسول الله ورته د مباهلې بلنه ورکړه او هغوى دواړو هم د سبا وعده ورکړه، چې بله ورځ رسول الله علي، فاطمه، حسن او حسين راوستل او پيغام يې ورولېږه، چې راشئ؛ خو را نه غلل او د رسول الله پر نبوت يې منښته وکړه. د الله تعالی استازي وويل: قسم پر هغه الله تعالی، چې زه يې استازى رالېږلى يم که منښته يې نه وه کړې؛ نو الله تعالی به پرې په دښته کې اور راورلى و.

جابر وايي: د ((تعالوا ندع ابنائنا)) آيت په دې پېښه کې نازل شوى او همداراز وايي: له (انفسنا) نه مراد رسول الله او علي او له (ابنا ئنا) نه مراد حسنين او (نسائنا) نه مراد فاطمه ده.

(صواعق محرقه: 93 مخ)وايي: دار قطني روايت کړى، چې علي د شورى پر ورځ هغه کسانو ته، چې هلته ناست ول، داسې وينا وکړه: پر الله تعالی قسم درکوم، چې په تاسې کې تر ما رسول الله ته نږدې شته؟ او څوک شته، چې الله تعالی هغه د رسول الله نفس او زامن يې د رسول الله زامن او مېرمن يې د الله تعالی د استازي ښځې ښوولې وي؛ نو ټولو منښته وکړه، چې شهد الله، نه (د حديث تر پايه)

رسول الله، حضرت علي، فاطمې، حسن او حسين ته وويل:

انا حرب لمن حاربتم و سلم لمن سالمتم

(صحيح ترمذي: 2ټوک، 319 مخ) له صبيح د ام سلمه له مولا له زيد بن ارقم نه، (ابن ماجه؛ صحيح: 14 مخ)، (حاکم؛ مستدرک الصحيحين: 3ټوک، 149 مخ) ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه: 5 ټوک، 523 مخ)، متقي؛ کنزالعمال: 6ټوک، 216 مخ د نقل په توګه له صحيح ابن حيان نه او د 7ټوک په 102 مخ کې له ابن ابي شيبه، ترمذي، ابن ماجه، ابن حيان، طبراني، حاکم، ضياء مقدسي او همداراز محب طبري؛ ذخاير: 25 مخ کې له ابو حاتم څخه او امام احمد حنبل؛ مسند: 2ټوک، 442 مخ کې پر خپل سند له ابوهريره او حاکم؛ مستدرک: 149 مخ (هغه دا حديث صحيح ګڼلى)او خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: 7ټوک، 136 مخ کې ټولو د الله تعالی له استازي روايت کړى: ((علي، فاطمه، حسن او حسين ته يې وويل: زه په جګړه کې يم له هغوى سره، چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي.))

(اسدالغابه: 3ټوک، 11 مخ) پر خپل سند له صبيح د ام سلمه مولا روايت کړى، چې ويلي يې دي: ((د رسول الله د کور د وره ترڅنګه ولاړ وم، چې علي، فاطمه او حسنين د رسول الله کور ته ننووتل او په يو ځاى کې کېناستل؛ نو رسول الله ورغى او ورته يې وويل: پاڅېږئ او بيا يې پرې خيبري څادر واچاوه او ورته يې وويل: ((زه په جګړه کې يم له هغوى سره، چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي.))

دا روايت هيثمي؛ مجمع: 9ټوک، 169 مخ کې هم راړى او د طبراني د اوسط کتاب ته يې نسبت ورکړى دى.

(رياض النضره: 2ټوک، 199 مخ) وايي: له حضرت ابي بکر څخه روايت شوى، چې ويلي يې دي: رسول الله مې په داسې حال کې وليد، چې يوې عربي ليندۍ ته يې تکيه وهلې وه (حکم يې وکړ، چې کېږدۍ ووهئ) کېږدۍ يې ووهله او علي، فاطمه، حسن او حسين يې کېږدۍ ته دننه کړل او بيا يې وويل: مسلمانانو! زه به له هغوى سره په سوله کې يم، چې په دې کېږدۍ کې له ناستو سره په سوله کې وي او له هغوى سره به په جګره کې يم، چې په کېږدۍ کې له ناستو سره په جګړه کې وي او د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن يم او يوازې هغوى ورسره مينه کوي، چې سعيد الجدا (؛ يعنې کړنې يې الله تعالی منلي وي) وي او د زوکړې بستره يې پاکه وي (؛ يعنې حرامي نه وي) او يوازې هغوى به يې دښمنان وي، چې شقي الجد وي (؛ يعنې يوه کړنه يې هم الله تعالی نه وي قبوله کړې)او زوکړه يې د ناپاکه بسترې وي.))

(ذخاير العقبى؛ 23 مخ) وايي: او له هغې _؛ يعنې ام سلمه _ روايت شوى، چې و يې ويل: ((رسول الله له ما کره و، سر يې په ګرېوان کې و، چې فاطمه له پخې شوې حريرې سره راغله او حسن او حسين يې هم له ځان سره راوړي ول؛ نو د الله تعالی استازى وويل: مېړه دې چېرې دى؟ ولاړه شه او رايې وړله. فاطمه ولاړه او علي يې راوست؛ ټولو حريره وخوړه بيا رسول الله يو څادر راواخست او هغوى يې پکې راونغاړل او د څادر څنډې يې پر کيڼ لاس ونيوې او ښى لاس يې اسمان ته پورته کړ او و یې ويل: خدايه! دا زما اهلبيت دي، زما خپلوان او ځانګړي دي؛ نو خدايه! چټلي پليدي ترې لرې کړه او هاغسې، چې ته په خپله پوهېږې پاک يې کړه او زه په جګړه کې يم له هغوى سره، چې ورسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې ورسره په سوله کې وي.))

د ذخاير خاوند بيا وايي: د ا روايت قبابي په معجم کې هم راوړى دى.

(سيوطي په درالمنثور کې)د احزاب د سورت د تطهير په آيت کې وايي (ابن مردويه له حضرت ابي سعيد خدري روايت کړى، چې ويلي يې دي: روسته له دې، چې علي له فاطمې سره واده وکړ؛ نو د الله تعالی استازى به د څلويښت ورځو لپاره د هغوى کور ته ورتله او ورته يې ويل: ((السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته؛ د الله تعالی لمونځ رحمت دى؛ انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا) زه په جګړه کې يم له هغوى سره، چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي.

څوک چې له رسول الله، علي، فاطمې، حسن او حسين سره مينه کوي؛ نو د الله تعالی له استازي سره به يې يوه درجه وي

(صحيح ترمذي: 2ټوک: 301 مخ) پر خپل سند له حضرت علي روايت کړى دى، چې رسول الله د حسن او حسين لاس نيولى و او خلکو ته يې وويل: ((څوک چې له دې دوو او ددې دوو له مور و پلار سره مينه وکړي؛ نو د قيامت پر ورځ به له ما سره او زما پر درجه وي.))

دا روايت عبد الله د احمد بن حنبل زوى د خپل پلار د مسند په زياتونو کې (لومړى ټوک؛ 77 مخ)، خطيب بغدادي؛ تاريخ: 3ټوک، 287 مخ، ابن حجر عسقلاني؛ تهذيب التذيب: 10 ټوک، 430 مخ کې نقل کړى دى او عسقلاني ددې روايت تر نقلولو روسته ويلي دي: ابوعلي بن صواف له عبد الله بن احمد نه نقل کړي، چې و يې ويل: چې کله دا روايت نصر بن علي حديث کړ؛ نو متوکل حکم وکړ، چې هغه 1000 کوړې ووهئ؛ جعفر بن عبدالواحد يې واسطه شو او متوکل ته يې وويل: هغه شيعه نه دى؛ بلکې سني دى او دا خبره يې دومره تکرار کړه، چې متوکل له خپل هوډه لاس واخست.

دا روايت متقي؛ کنزالعمال: 6ټوک، 217 مخ او د 7ټوک په 102 مخ کې وايي: دا روايت طبراني له حضرت علي روايت کړى دى او بيا يې په 7ټوک کې ويلي: ترمذي، عبدالله بن احمد بن حنبل د خپل پلار د مسند په زياتونو کې، نظام الملک په امالي کې، ابن النجار او سعيد بن منصور هم روايت نقل کړى دى؛ خو کنزالعمال په دې عبارت راوړى دى: چاچې له دوى سره مينه وکړه؛ نو له ماسره به يې مينه کړې وي او چاچې له دوى سره دښمني وکړه؛ نو راسره به يې دښمني کړې وي او په اخر کې يې ويلي: دا حديث ابن عساکر له زيد بن ارقم څخه هم نقل کړى دى.

د هل اتى سورت د حضرت علي، فاطمه، حسن او حسين په اړه نازل شوى دى

(اسد الغابه: 5ټوک، 530 مخ) پر خپل سند د فضه نوبيه د حالاتو په شرح کې له مجاهد او حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چى د: (يوفون بالنذر و يخافون يوما کان شره مستطيرا و يطعمون الطعام على حبه مسکينا و يتميا و اسيرا) آيت په تفسير کې يې ويلي دي: حسن او حسين ناروغ شول؛ نو رسول الله يې پوښتنې ته راغى او بيا نور هم پوښتنې ته راغلل، رسول الله حضرت علي ته يې وويل: ابالحسنه! څومره به ښه شي، چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې. حضرت علي وويل: که الله تعالی دا دواړه روغ کړل؛ نو د الله تعالی لپاره به درې ورځې روژه ونيسم او دا خبره بي بي فاطمې هم واورېده؛ نو هغې هم همدا نذر وکړ. د فضه په نامه يې يوه وينځه درلوده، چې د نوبه (افريقا) وه؛ نو هغې هم وويل: که الله تعالی مې دې دوو بادارانو ته شفا ورکړه؛ نو زه به هم روژه ونيسم. حسن او حسين روغ شول، حال دا، له “آل محمد” کره هېڅ څه هم نه وو؛ نو علي خيبري شمعون ته ورغى او درې منه د روټې اوړه يې ترې کور ته راوړل او له زهرا بي بي سره يې کېښوول چې بي بي زهرا ترې يو من واغږل اوپاخه يې کړل؛ نو بيا چې علي کور ته راغى؛ نو فاطمې بي بي هغه له علي سره کېښوول، چې په همدې مهال يو مسکين يې د وره مخې ته ودرېد او و یې ويل: سلام دې د محمد پر اهلبيتو وي! مسکين مسلمان يم؛ خواړه راکړئ، الله تعالی دې تاسې ته له جنتي دستر خوانه خواړه درکړي.

علي چې واورېدل؛ نو و يې ويل: خواړه مسکين ته ورکړئ؛ نو “آل محمد” پر هغه ورځ او شپه وږي پاتې شول او د روژه ماتي لپاره يې بې له اوبو هېڅ څه نه درلودل، چې بله ورځ شوه؛ نو بي بي زهرا له هغه اوړو يو من نور واغږل او پاخه يې کړل. علي د الله تعالی له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ او چې کور ته راغى او خواړه يې ورته مخې ته کېښوول؛ نو د وره له خولې غږ راغى: سلام دې پر تاسې وي د محمد اهلبيتو! زه د مهاجرينو د شهيد پلار مړى يم؛ پلار مې شهيد شوى؛ څه خواړه راکړئ. آل محمد پر هغه ورځ خپل خواړه پلارمړي ته ورکړل او په خپله يې پر اوبو روژه ماتى وکړ. پر درېیمه ورځ بي بي زهرا يو من اوړه واغږل او پاخه يې کړل. علي چې د الله تعالی له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ؛ نو کور ته راغى. بي بي زهرا ورته خواړه مخې ته کېښوول، چې په همدې وخت کې يو اسير راغى او و يې ويل: سلام دې پر تاسې وي نبوي کورنۍ! موږ اسيرانوئ او خواړه هم نه راکوئ. پر هغه ورځ نبوي کورنۍ خپل خواړه اسير ته ورکړل او په پايله کې پرله پسې درې ورځى وږي پاتې شول او بې له اوبو يې هېڅ څه هم و نه خوړل، چې دا مهال رسول الله ورته راغى او د هغوى لوږه يې وليده او له کيسې خبر شو او پر هماغه مهال رسول الله دا آيت را واستاوه: (هل اتى على الانسان حين من الدهر لم يکن شئاً مذکوراً_ تردې چې وايي _ لا نريد منکم جزاء ولا شکوراً).

دا روايت ابوموسى نقل کړى او زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د (و جزيهم بما صبروا جنة و حريرا) آيت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي، چې واحدي هم دا روايت نقل کړى او همداراز فخر رازي هم دا آيت ددې سورت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي: واحدي، چې زموږ له اصحابو ځنې دى، د سبط په کتاب کې يې ويلي: دا سورت د علي په باب نازل شوى او بيا زياتوي، چې د کشاف خاوند، چې په خپله معتزلي دى، دا روايت يې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى.

(واحدي؛ اسباب النزول: 331 مخ) د: ((و يطعمون الطعام على حبه مسکينا و يتيما و اسيرا)) آيت د شان نزول په اړه ويلي: عطاء له حضرت ابن عباس څخه روايت نقل کړى، چى هغه مهال، چې علي د کجورو يو بڼ ته د اوبو ورکولو ټېکه واخسته، چې ورته به په بدل کې يې د روټې اوړه ورکول کېږي؛ نو کله يې چې د روټې اوړه کور ته راوړل او د حريره په نامه خواړه يې پاخه کړل؛ نو همدا چې حريره پخه شوه؛ نو يو مسکين د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ. سبا يې بيا اوړه پاخه کړل، چې پاخه شول؛ نو يو پلار مړى يې د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ، چې د نن ورځې دا خواړه يې پلار مړى ته ورکړل او بله ورځ هم، چې کله خواړه پاخه شول؛ نو اسير ته يې ورکړل او نبوي کورنۍ درې ورځې وږې پاتې شوه، چې بيايې دا آيت په اړه راغى.

مولف: دا روايت محب طبري؛ رياض النضره: 2ټوک، 227 مخ او په خپل بل کتاب کې؛ يعنې د ذخاير په 102 مخ کې، سيوطي په درالمنثور کې د (يطعمون الطعام) د آيت تر تفسير لاندې ، ابن مردويه او شبلنجي؛ نورالابصار: 102 مخ د شيخ اکبر له مسامرات نه دا راويت نقل کړى دى او په مسامرات کې راغلي: حسن او حسين، چې ناروغه شول؛ نو رسول الله يې پوښتنې ته ورغى او علي ته يې وويل: اباالحسنه! څومره به ښه شي، چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې، علي وويل: زه به يې د روغتيا لپاره درې روژې ونيسم. بي بي زهرا وويل: زه به هم درې روژې ونيسم. زامنو يې وويل: موږ به هم روژه شو او وينځې يې هم وويل: زه به هم درې ورځې روژه شم او ماشومان، چې الله تعالی روغ کړل؛ نو سبا ته ټول روژه شول او ددې لپاره، چې د روژه ماتي لپاره يې څه نه درلودل؛ نو علي له خپل يهودي ګاونډي کره ولاړ او وړۍ يې ترې راوړې، چې و يې ورېشي او د هغه پر وړاندې ترې درې منه د روټې اوړه واخلي، چې فاطمې د اوړو درېیمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يوه روټه رسېده. علي د الله تعالی له استازي سره په جومات کې تر لمانځه روسته کور ته راغى؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛ نو يو مسکين يې دکور مخې ته راغى او و يې ويل: اهلبيتو! سلام دې پر تاسې وي، مسکين مسلمان يم؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم راکړئ او الله تعالی دې جنتي خواړه درکړي. علي په لاس کې کپ کېښود او و یې ويل:

فاطم ذات المـــــجدواليــــــقينى     يا بنت خېر الناس اجمعينې

اما ترې ذا البــــائس المـــــسکينى     جاء الى الباب له حنينى

کل امراء بکسبه رهينى

فاطمې! د مجد او يقين خاوندې! په خلکو کې د تر ټولو غوره انسان لورې! نه وينې چې دا مسکين مو دکور وره ته راغلى، زړه سوځونکى غږ لري او داسې نه ده، چې هر څوک په خپلو کړنو کې راښکېل دى.

بي بي فاطمې هم وويل:

امرک سمع يا ابن عم و طاعة  مالى من لوم ولا ضراعة

باللب قد غذيت بالبراعة   ارجوا اذا انفقت من مجاعه

ان الحق الابرار و الجماعة   و اد خل الجنة بالشفاعة

د تره زويه! حکم دې پر سر سترګو او هېڅ ګيله نه لرم او هيلمنه يم، چې د يو وږي د مړولو په بدله کې له ابرار سره يو ځاى شم او پر شفاعت يې جنت ته ورننوځم.

وايي: بيا فاطمې دستر خوان ته لاس کړ او څه چې پکې ول، ټول يې مسکين ته ورکړل او په خپله وږي ويده شول. د هغې ورځ پر سبا يې هم د روژې نيت وکړ، حال دا، په روژه ماتي او پيشنمي کې يې بې له اوبو هېڅ څه نه درلودل. فاطمې د اوړو درېیمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يو روټه رسېده. علي د الله تعالی له استازي سره په جومات کې تر لمانځه روسته کور ته راغى؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛ نو يو پلار مړى يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل: اهلبيتو! سلام دې پر تاسې وي، پلار مړى يم او د مسلمانانو پلار مړى هم يم؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم راکړئ او الله تعالی دې جنتي خواړه درکړي. علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل:

فاطم بنت اسيد الکريم   قد جائنا الله بذالپلار مړى ى

من يطلب اليوم رضا الرحيم ى   موعده فى جنه النعيم ى

د کريم سيد لورې! الله تعالی دا پلار مړى را استولى؛ نو نن چې څوک د لورين څښتن خوښي وغواړي؛ نو موعد به يې سبا له نعمتونو په ډک جنت کې وي.

بي بي زهرا ځواب ورکړ:

فسوف اعطيه و ال ابالى   و اوثر الله على عيالى

امسوا جياعاً و هم امثالى  اصغر هم يقتل فى القتال ى

ژر به مې خپل او د زامنو خواړه پلار مړي ته ورکړم او هېڅ باک هم نه لرم او خپل الله تعالی به له خپلو هغو زامنو مخکې کړم، چې له پرونه تر اوسه پورې وږي دي؛ هغه زامن چې وړوکى (حسين) به يې د الله تعالی په لار کې وژل کېږي.

او هغه مهال څه چې په دسترخوان کې ول، پلار مړي ته يې ورکړل او پر هغه شپه هم وږي ويده شول او بې له اوبو يې هېڅ هم و نه خوړل؛ نو سبا فاطمې د اوړو درېیمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يوه روټه رسېده. علي د الله تعالی له استازي سره په جومات کې تر لمانځه روسته کور ته راغى؛ نو چې خواړه يې مخې ته ورته کېښوول او همدا چې غوښتل يې روژه ماته کړي؛ نو يو اسير يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل: اهلبيتو! سلام دې پر تاسې وي، اسير يم، اسير يې کړم؛ خو خواړه يې را نه کړل؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم راکړئ، الله تعالی دې جنتي خواړه درکړي. علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل:

فاطمـــــــــــــــة ابنــه النبى احمــد بنت نبـــــى سيـــــد مـــــــــسود

هذا اسير جاء ليـــس يهـــــتدى مکبـــــــــل فــــى قيده المقيد

شکى الينا الجوع و التشدد  من يطعم اليوم يجده فى غد

عند العلى الواحد الموحد  ما يزرع الزارع يوماً يحصد

فاطمې د احمد نبي لورې! د هغه پېغمبر لورې، چې په خپله ستر دى او بشر يې ستر کړى دى، داچې ګورئ د کور وره ته دې ولاړ دى؛ هغه اسير دى چې له دې ځايه بل ځاى نه لري او اوس يې زولنۍ په لاس کې دي او له لوږې تنګ شوى او موږ ته يې ګيله راوړې او نن که چا ورته خواړه ورکړل؛ نو سبا به هغه خواړه ومومي. هو! هغه به د علي له واحد الله تعالی سره ومومي او هر څوک هر څه چې نن وکري سبا به هماغه رېبي.

بي بي زهرا وويل:

کور ته چې راغلي ول، يوازې يو من پاتې دى او زما لاسونه پر مېچنه ستړي شوي دي او پر الله تعالی قسم، چې درې ورځې دي، چې زامن مې وږي دي. پالونکيه! هغوى هلاک مه کړې او هغه څه چې په دستر خوان کې ول، اسير ته يې ورکړل او سبا يې د روژې نيت و نه کړ؛ خو د نن د روژه ماتي لپاره يې هم څه نه درلودل؛ نو علي، حسن او حسين رسول الله ته ورغلل او دواړه ماشومان د چورګوړو په څېر له لوږې رپېدل. رسول الله چې وليدل؛ نو و يې ويل: حال مو ډېر خپه کوونکى دى، پاسئ چې لور ته مې ورشو او بيا له بي بي فاطمې کره راغلل؛ نو و یې ليدل چې په خپل محراب کې پر عبادت بوخته ده او له ډېرې لوږې يې ګېډه په ملا پورې نښتې ده او سترګې يې ننووتې دي؛ نو همداچې رسول الله وليده؛ نو په غېږ کې يې را ونيوه او و یې ويل: وا غوثاه! بيا جبراييل راغى او و یې ويل: محمده! الله تعالی د اهلبيتو د مېلسمتيا په اړه آيت را لېږلى دى: (و يطعمون الطعام على حبه مسکينا ويتيما _ وکان سعيهم مشکورا).

د مودت آيت د رسول الله د خپلوانو؛ علي، فاطمه، حسن او حسېن په اړه نازل شوى دى

په دې اړه ډېر زيات احاديث دي، چې موږ يې يو څو ته لنډه اشاره کوو:

(تفسير ابن جرير طبري؛ 25 ټوک، 16 مخ) پر خپل سند له سعيد بن جبير نه او محب طبري په ذخاير کې له ابن سري نه او بيا طبري د 25ټوک په 17 مخ کې له ابي اسحاق له عمرو بن شعيب نه او حلية الاولياء؛ 3ټوک، 201 مخ پر خپل سند له جابر څخه روايت کړى، ې د: ((قل لا اسئالکم عليه اجرا الا الموده فى القربى)) آيت د الله تعالی د استازي د خپلوانو په اړه نازل شوى دى او د روستي روايت مضمون داسې دى، چې يو کليوال سړى رسول الله ته راغى او و يې ويل: محمده! اسلام راوښيه. رسول الله وويل: اسلام دادى، چې لېينه-شهادت ورکړې، چې (لا اله الا الله وحده لا شريک له و ان محمداً عبده و رسوله) اعرابي وويل: پردې مانا به له ما مزدورې هم غواړې؟ رسول الله وويل: د خپلوانو له مينې پرته هېڅ نه غواړم. اعرابي وپوښتل: ستا خپلوان که زما خپلوان؟ د الله تعالی استازي وويل: زما خپلوان. سړي ورسره ومنله او ورته يې وويل: لاس دې راکړه، چې ددې خبرې لپاره درسره بيعت وکړم او د الله تعالی لعتت دې پر هغه وي، چې له تا او خپلوانو سره دې مينه نه کوي. دالله تعالی استازي وويل: امين.

سيوطي په درالمنثور کې تر ويينې لاندې تر آيت لاندې (سوره شورى) له عبد بن حميد او ابن منذر له مجاهد نه او همداراز له ابن مردويه نه د ابن المبارک له لارې له حضرت ابن عباس څخه او همداراز ابونعيم او ديلمي له مجاهد له حضرت ابن عباس څخه او همداراز سعيد بن منصور له سعيد بن جبير نه روايت راوړى، چې ټولو ويلي دي، چې مراد ترې د الله تعالی د استازي خپلوان دي.

(مستدرک الصحيحين: 3ټوک: 172 مخ) پر خپل سند له علي بن الحسين نه روايت کړى، چې و يې ويل: حسن بن علي د خپل تره تر شهادت روسته خلکو ته وينا وکړه او دالله تعالی تر ستاينې روسته يې وويل: خلکو! څوک چې ما پېژني؛ نو پېژنې مې، که څوک مې نه پېژني؛ نو زه حسن د علي زوى او د پېغمبر زوى يم، زه دالله تعالی داستازي د وصي زوى يم، زه د بشير او د نذير زوى يم او د الله تعالی په لور د رابلونکي زوى يم، زه د بلې ډيوې زوى يم او زه له هغو اهلبيتو يم، چې جبراييل به ورته راته او له کوره به يې اسمان ته ته او زه له هغه اهلبيتو يم، چې الله تعالی له هر ډول پليدۍ پاک کړي دي او هغسې، چې په خپله پوهېده، پاک کړي يې دي او زه له هغو اهلبيتو يم چې الله تعالی يې مينه پر هر مسلمان فرض کړې ده او ويلي يې دي: (قل لا اسئلکم عليه اجرا الا الموده فى القربى) او همداراز يې وويل: (ومن يقترف حسنه نزدله فيها حسناً) او څوک چې څه نېکي وکړي؛ نو موږ يې نېکي او د نېکۍ ښکلا ورډېروو او د نېکۍ اقتراف هماغه زموږ د اهلبيتو مينه ده.

ليکوال: دا روايت محب طبري؛ ذخاير: 138 مخ هم له زيد بن حسن نه نقل کړى دى اودولابي ته يې نسبت ورکړى دى او هيثمي؛ مجمع: 9ټوک، 146 مخ کې هم راوړى او ابي الطفيل، طبراني، ابويعلي، بزاز او احمد ته يې نسبت ورکړى دى او همداراز دا روايت ابن حجر؛ صواعق: 101 مخ کې نقل کړى او هغه يې بزاز او طبراني ته نسبت ورکړى دى.

(اسدالغابه: 5ټوک: 367مخ) له حکيم بن جبير له حبيب بن ابي ثابت نه روايت کړى، چې د خپل ټبر له يوې ډلې سپين ږيرو سره ناست وم، چې له مخې مو علي بن الحسين تېر شو او دا هغه وخت و، چې د هغه او ديوې ډلې قريشو تر منځ د يوې ښځې پر سر شخړه وه، چې له هغه نه يې اخستى وه او له هغه سره نږدې توب يې ښه نه راته؛ نو د انصارو سپين ږيرو وويل: : پرون تاسې موږ د هغه شخړې په باب چې له پلانۍ کورنۍ سره مو درلوده راغوښتي وو؛ خو موږ ستاسې په چار کې هېڅ ډول لاس وهنه نه شو کړاى او هېڅ خبره هم پکې نه شو کړاى؛ ځکه زموږ سپين ږيرو موږ ته حديث کړى، چې د الله تعالی استازي ته ورغلو او ورته مو وويل: محمده! اجازه راکړه ددې ټولو نعمتونو له امله، چې الله تعالی ستا له امله موږ ته راکړي اودا دومره فضيلتونه او کرامتونه يې موږ ته راکړي، تا ته له خپلو مالونو څخه يو څه درکړو، چې د هغوى په ځواب کې د (قل لا اسئالکم) آيت راغى او ليکونکي په اخر کې دا حديث ابن منذر ته نسبت ورکړى دى.

(ذخاير العقبى؛ 25 مخ) د ملا له سيرة نه نقل کړي، چې رسول الله وويل: هغه اجر، چې تاسې يې بايد راکړئ، الله تعالی دا ټاکلې، چې زما له اهلبيتو سره مينه وکړئ او زه به دا د قيامت پر ورځ درنه غواړم.

(صواعق المحرقه؛ 102 مخ) له ثعلبي او بغوي له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې و يې ويل: (همداچې د: (قل لا اسالکم عليه اجرا الا المودة فى القربى) آيت نازل شو؛ نو ځينو په زړونوکې وويل: بې له دې بل هېڅ مراد نه لري، چې تر ځان روسته موږ له خپلو اهلبيتو سره مينې ته اړ کړي؛ نو ځکه تر دې آيت روسته د: (ام يقولون افترى على الله کذباً؛ يعنې لکه چې وايي چې محمد په دې سپارښتنه کې پر الله تعالی دروغ ټړلي دي) آيت راغى؛ نو ځينو وويل: موږ ستا هغه سپارښتنه تصديق کړه، چې د الله تعالی له لوري ده او تا پر الله تعالی دروغ نه دي تړلي؛ نو بيا دا: (و هوالذى يقبل التوبه عن عباده؛ يعنې هغه الله تعالی دى چې د بندګانو توبه قبلوي) آيت راغى.

(صواعق محرقه: 101 مخ) له ابو الشيخ او نورو نقل کړي، چې علي وويل: يوازې هغوى به زموږ مودت رعايتوي، چې پر الله تعالی ايمان لري او بيا يې د: (قل لا اسالک) آيت ولوست.

دا روايت: متقي هندي؛ کنزالعمال: لومړى ټوک، 218 مخ هم نقل کړى دى.

(تفسير ابن جرير طبري: 25 ټوک: 16 مخ) پر خپل سند له ابي الديلم نه روايت کړى، چې و يې ويل: چې کله يې علي بن الحسين اسير راوړ او په دمشق کې يې ځاى پر ځاى کړ؛ نو يو سړى پاڅېد او و يې ويل: ستاينه د هغه الله تعالی ده، چې تاسې يې ووژلئ؛ نو علي بن الحسين وپوښته: قرآن دې لوستى دى؟ و يې ويل: هو!. علي بن الحسين وويل: آيا “آل حم” دى ندى لوستى؟ و يې ويل: قرآن مې لوستى؛ خو” آل حم” مې نه دى لوستى. علي بن الحسين وويل: نه دې دي لوستي چې: (قل لا اسالکم عليه اجرا الا الموده فى القربى)؟ و يې پوښتل: مګر تاسې، تاسې، تاسې هغه(خپلوان) ياست؟ و يې ويل: هو موږ د الله تعالی د استازي خپلوان يو.

اما د الله تعالی د استازي خپلوان څوک دي؟ داسې روايتونه او خبرې شته، چې د تېرو خبرو پخلى کوي، چې له هغې ځنې يو هم زمخشري دى، چې د کشاف په تفسير کې د شورى دسورت د پورتني آيت تر تفسير لاندې ليکي: روايت شوى، چې کله د مودت آيت راغى؛ نو خلکو رسول الله وپوښت: د الله تعالی استازيه! خپلوان دې څوک دي، چې مودت يې پر موږ واجب شوى دى؟ و يې ويل: علي، فاطمه او دوه زامن يې.

(فخر رازي په کبير تفسير کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې له زمخشري د پورته روايت تر نقلولو روسته وايي: نو جوت شول، چې دا څلور کسان د الله تعالی د استازي خپلوان دي او چې کله دا جوت شول؛ نو واجبېږي. . . . . . . . . . . . . . . . . . .

(سيوطي په در المنثور کې) د پورتني آيت په تفسير کې له ابن منذر، ابن ابي حاتم، طبراني، ابن مردويه د سعيد بن جبير له لارې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې کله دا آيت راغى؛ نو خلکو د الله تعالی استازى وپوښت: خپلوان دې څوک دي، چې مينه يې راباندې واجب شوې ده؟ رسول الله وويل: علي، فاطمه، حسن او حسين او دواړو اولاده يې.

همدا مضمون ذخاير العقبى؛ 25 مخ، محب طبري د احمد له مناقب نه، هيثمي؛ مجمع: 7ټوک، 103 مخ او همداراز د نهم ټوک په 168 مخ کې، ابن حجر؛ صواعق: 101 مخ له احمد، طبراني، ابن ابي حاتم او حاکم ټولو له حضرت ابن عباس څخه او شيخ شبلنجي؛ نورالابصار: 101 مخ له تفسير بغوي نقل کړى دى.

د حضرت علي په اړه نازل شوي آيتونه

(خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: 6ټوک، 221 مخ) له حضرت ابن عباس څخه نقل کړي، چې د قرآن 300 آيتونه د علي او فضايلو په اړه يې نازل شوي دي.

او همداراز له ابن حجر؛ صواعق: 76 مخ او شبلنجي؛ نورالابصار: 73 مخ او له ابن عساکر له حضرت ابن عباس څخه روايت دى، چې الله تعالی د علي هومره ديو چا د فضايلو په اړه هم دومره آيتونه نه دي رالېږلي او په دې باب کې به بې له هغو آيتونو، چې مخکې مو په اړه يې خبرې وکړې؛ نورو هغو آيتونه ته اشاره وکړو، چې د علي په باب راغلي دي.

آيت: انما انت منذر و لکل قوم هاد(رعد؛ 7)

(مستدرک الصحيحين: 3ټوک، 129 مخ)پر خپل سند له عباد بن عبد الله اسدي له حضرت علي روايت کړى، چې د: (انما انت منذر و لکل قوم هاد؛ يعنې ته يوازې وېرونکى يې او د هر قوم لپاره لارښود شته) آيت په تفسير کې وويل: د الله تعالی استازى منذر او زه هادي يم.

حاکم وايي: ددې روايت سند صحيح دى.

(متقي؛ کنزالعمال: لومړى ټوک، 251 مخ) وايي: ابن ابي حاتم هم دا روايت نقل کړى.

هيثمي؛ مجمع: 7ټوک، 41 مخ هم نقل کړى او په نقل کې يې راغلي: او هادي له بني هاشمو څخه يو سړى دى او بيا هيثمي زياتوي، چې دا حديث عبدالله بن احمد او طبراني د صغير او اوسط په کتابونوکې راوړى او ددې روايت رجال يې ډاډمن ګڼلي دي.

او له هاشمي سړي يې مراد خپل ځان و، ګواکې خوښ نه و خپل نوم واخلي.

دا مطلب سيوطي هم د پورتني آيت په تفسير کې د پورتني حديث تر راوړو روسته راوړى دى.

(تفسير ابن جرير طبري: 13 ټوک، 72 مخ) پر خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې و یې ويل: چې کله د: (انما انت منذر) آيت راغى؛ نو دالله تعالی استازي خپل لاس پر خپله سينه کېښود او و یې ويل: زه منذر او د هر قوم لپاره لارښوونکى شته او بيا يې خپل لاس د علي پر سينه کېښود او و یې ويل: ته هغه لارښوونکى يې، چې تر ما روسته به بشر ته په تا ښيون-ښیون کېږي.

دا روايت سيوطي هم په درالمنثورکې د پورتني آيت په تفسير کې راوړى او ابن مروديه، ابونعيم (د المعرفه کتاب)ديلمي، ابن عساکر او ابن نجار ته يې نسبت ورکړى دى.

فخر رازي په کبير تفسير کې د پورتني آيت په تفسير کې وايي: او پوه شه چې په مفسرينو کې “اهل ظاهر” ددې آيت په اړه څو خبرې کړې دي او تردې چې وايي: او درېیم دا چې منذر د الله تعالی استازى او هادي علي دى. حضرت ابن عباس ويلي: چې کله دا آيت راغى؛ نو د الله تعالی استازي پر خپله سينه لاس کېښود او و یې ويل: زه منذر يم او بيا يې پر لاس علي ته اشاره وکړه او و یې ويل: ته هغه هادي يې، چې بشر به تر ماروسته په تا ښیونېږي.

سيوطي په درالمنثور کې تر همدې آيت لاندې له ابن مردويه، ابي برزه اسلمي روايت کړى، چې و يې ويل: وا مې ورېدل، چې کله د (انما انت منذر آيت نازل شو؛ نو د الله تعالی استازي پر خپله سينه لاس کېښود او و يې ويل: (انما انت منذر) او بيا يې د علي پر سينه لاس کېښود او و يې ويل: (ولکل قوم هاد).

دا روايت ابن مردويه او ضياء (د مختار په کتاب کې) له حضرت ابن عباس څخه او کنزالعمال: 6ټوک، 157 مخ او د کنز د وينا له مخې ديلمي هم له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى او شبلنجي؛ نورالابصار؛ 70 ټوک او مناوي؛ کنزالحقائق، 42 مخ هم نقل کړى دى.

افمن کان مؤمنا کمن کان فاسقا لا يستون (سجده؛ 17)

د حضرت علي په باب نازل شوى دى

(تفسير ابن جرير طبري: 21ټوک: 68 مخ) پر خپل سند تر پورتني آيت لاندې له عطاء بن سيار نه روايت کړى، چې و یې ويل: دا آيت په مدينه کې د علي او وليد بن عقبة بن ابي معيط په اړه راغى او کيسه يې داسې وه: د هغوى دواړو په منځ کې څه خبره شوه. وليد وويل: زه ستا په پرتله روانه ژبه، تېره نېزه او د دښمن د ليکو ماتونکى يم. علي وويل: غلى شه فاسقه!

اوبيا دا آيت د هغوى په منځ د خبرو د ورمندون-قضاوت لپاره راغى، چې ورپسى وايي: (اما الذين آمنوا وعملوا الصالحات فلهم جنات الماوى نزلا بما کانو يعلمون × و اما الذين فسقوا فماواهم النار الذى کلما ارادوا ان يخرجوا منها اعيدوا فيها و قيل لهم ذوقوا عذاب النار الذى کنتم به تکذبون _

دا روايت زمخشري هم د کشاف په تفسير کې او سيوطي د سجده د سورت په تفسير کې له عطاء بن سيار نه نقل کړى دى؛ بيا يې ويلي دي: ابن ابي حاتم هم دا روايت نقل کړى او (واحدي؛ اسباب النزول: 263 مخ) و د سيوطي د وينا له مخې ددې آيت په تفسير کې ابوالفرج اصفهاني په اغاني کې، ابن عدى، ابن مردويه او خطيب؛ د بغداد تاريخ: 13 ټوک، 321 مخ او ابن عساکر روايت کړى، چې حضرت ابن عباس وويل: مؤمن علي او فاسق وليد بن عقبة بن ابي معيط دى.

(رياض النضره: 2ټوک، 206 مخ) هم پورتني روايت ته ورته روايت نقل کړى او خپل روايت يې حافظ سلفي ته نسبت ورکړى دى.

افمن کان علي بينه من ربه و يتلوه شاهدمنه (هود؛ 17)

د علي په باب نازل شوى دى

سيوطي په درالمنثور کې تر پورتني آيت لاندې وايي: ابن ابي حاتم، ابن مردويه او ابونعيم د المعرفة په کتاب کې له حضرت علي روايت کړى، چې و یې ويل: په قريشو کې به داسې څوک و نه وينې، چې په اړه به يې په قرآن کې آيت نه وي نازل شوى. يو سړي وويل: ستا په اړه څه نازل شوي دي؟ علي وويل: مګر د هود په سورت کې دې نه دي ويلي: (افمن کان على بينه من ربه و يتلوه شاهد منه _؟ رسول الله د پالونکي پر بينه و او زه يې له کورنۍ شاهد وم.)

دا روايت کنزالعمال (لومړى ټوک؛ 252 مخ) او د هغه دوينا له مخې ابن مردويه او ابن عساکر نقل کړى دى او فخر رازي په کبير تفسير کې تر پورتني آيت لاندې ويلي: د شاهد د ټکي په تفسير کې يې په وجوه کې وجوه ياد کړى (تردې چې وايي) او درېیمه وجه داچې له شاهد څخه مراد علي دى، چې په خپله د نبوت له کورنۍ دى او د الله تعالی د استازي پر بلنه صدق دى او ددې آيت مطلب دادى، چې د الله تعالی استازى پر خپل نبوت د الله تعالی له لوري بينه درلوده او د بينه لپاره يې له خپلې کورنۍ هم يو شاهد راووړ او د (منه) ټکى ښيي، چې هغه شاهد د الله تعالی د استازي له کورنۍ او له هغه څخه او د هغه د وجود ټوټه ده او که ځينو شاهد پخپله رسول الله ښوولى؛ نو دا کار يې يوازې درسول الله د درناوي لپاره کړى دى.

 

فان الله هو مولاه و جبريل و صالح المؤمنين (تحريم؛ 40)

د حضرت علي به اړه راغلى دى

سيوطي په درالمنثورکې تر پورتني آيت لاندې له ابن مردويه له اسماء بنت عميس نه روايت کړى، چې د (صالح المؤمنين) په مانا کې يې ويلي: مراد ترې علي دى.

کنزالعمال: لومړي ټوک، 237 مخ هم پر همدې مضمون يو روايت نقل کړى دى، ابن حجر هم په صواعق کې (144 مخ)هم هغه په رفع او وقف توګه نقل کړى او (عسقلاني؛ فتح الباري: 13ټوک، 27 مخ) له طبري له مجاهد او همداراز له نقاش له حضرت ابن عباس او محمد بن علي باقرالعلوم او زوى يې جعفر بن محمد صادق څخه دا مضمون روايت کړى دى.

(و تعيها اذن و اعيه) (الحاقه؛ 12)

د حضرت علي په باب راغلى دى

(تفسير ابن جرير طبري؛ 29ټوک، 35 مخ) پر خپل سند له مکحول نه روايت کړى، چې ويل يې: د الله تعالی استازي، چې دا آيت ولوست؛ نو علي ته يې مخ کړ او و یې ويل: له خدايه مې غوښتي، چې هغه غوږ ستا غوږ کړي. هغه مهال علي وايي: تر هغه روسته مې د الله تعالی له استازي داسې خبره وا نه ورېده، چې هېره کړې مې وي.

د 21 ټوک په 35مخ کې يې پر خپل سند له بريده نه روايت کړى، چې ويل يې: ما د الله تعالی له استازي واورېدل، چې علي ته يې وويل: علي! الله تعالی حکم راکړى، چې تا رانږدې کړم او لرې دې نه کړم او تا ته يې دروښيم او ته يې هم زده کړې او پر الله تعالی دي، چې درزده يې کړي او بيا دا (و تعيها اذن و اعيه) آيت راغى.

 ابن جرير دا روايت د 29 ټوک په 36 مخ کې له اسلمي نقل کړى او زمخشري هم په فخر رازي کې دې ته ورته روايت نقل کړى او همداراز متقي؛ کنزالعمال: 6ټوک، 398 مخ له بريده نه او حلية الاولياء (لومړي ټوک67 مخ) اوسيوطي هم تر ويينې لاندې آيت تر تفسير لاندې له سعيد بن منصور، ابن جرير، ابن منذر، ابن ابي حاتم، ابن مردويه، مکحول او پر يو بل نقل له ابن جرير او ابن ابي حاتم او واحدي (اسباب النزول؛ 329 مخ)، ابن مردويه، ابن عساکر، ابن نجار له بريده نه او په کنزالعمال 408 مخ کې د متقي د وينا له مخې ضياء مقدسي او ابونعيم (د معرفت په کتاب کې) او همداراز شبلنجي د نورالابصار په 70 مخ کې راوړى دى.

 

(الذين ينفقون اموالهم باليل و النهار سراوعلانيه فلهم اجرهم عند ربهم ولا خوف عليهم ولا يحزنون (بقره؛ 274)

د علي په باب راغلى دى

(ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه: 4ټوک، 25 مخ) له ددو لارو له مجاهد نه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې تر پورتني آيت لاندې يې ويلي دي: دا آيت د علي په باب راغلى؛ هغه څلور درهمه درلودل، چې يو يې د شپې بل يې د ورځې بل يې پټ او بل يې ښکاره نفقه کړ.

دا روايت زمخشري په کشاف کې او سيوطي په درالمنثور کې د پورتني آيت تر تفسير لاندې راوړى دى او سيوطي ددې روايت نسبت عبدالرزاق، عبد بن حميد، ابن جرير، ابن منذر، ابن ابي حاتم، طبراني، ابن عساکر د مجاهد د زوى عبدالوهاب له پلار له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى.

رياض النضره: 2ټوک، 206 مخ هغه له حضرت ابن عباس نه نقل کړي، چې په نقل کې يې دا زياتوالى هم راغلى، چې رسول الله وپوښته: دا څلور درهمه دې په کوم نيت نفقه کړل؟ علي: په دې هيله، چې د وعدې مستحق شم، چې الله تعالی يې وعده ورکړې ده. د الله تعالی استازي وويل: تا د هغې وعدې استحقاق وموند او بيا کوم آيت، چې راغلى و، ورته يې ولوست او بيا وايي: مجاهد، ابن االسائب هم دا حديث نقل کړى دى. فخر رازي په کبير تفسير کې د پورتني آيت تر تفسير لاندې دا روايت په لږ توپير نقل کړى دى.

(صواعق المحرقه؛ 78مخ) له واقدي له حضرت ابن عباس څخه او شبلنجي؛ نورالابصار: 70 مخ د واحدي له تفسير نه پر خپل سند له حضرت ابن عباس څخه او د اسباب النزول په 64 مخ کې له مجاهد نه نقل کړى دى او د مجاهد په نقل کې کلبي ويلي: دا آيت د علي په اړه راغلى، چې څلور درهمه يې درلودل اوهغه ټول يې انفاق کړل.

ان الذين امنوا و عملوا الصالحات سيجعل لهم الرحمن وداً (مريم؛ 96) د حضرت علي به باب راغلى دى

(زمخشري په کشاف کې) د پورتني آيت په تفسير کې وايي: روايت دى، چې رسول الله علي ته وايي: علي! ووايه: خدايه ما ته له ځان سره يوه ژمنه وکړه او زما مينه د مؤمنينو په زړونو کې ډېره کړې. علي دا دعا وکړه او ورپسې سملاسي دا آيت راغى.

سيوطي هم دا روايت په درالمنثور کې داسې راوړى دى: خدايه ستا پر وړاندې مې مينه او د مؤمنينو پر وړاندې مې مينه زياته کړې.

 او دا روايت ابن مروديه او ديلمي له براء نه نقل کړى دى.

هيثمي؛ مجمع: 9ټوک، 125 مخ هم دا روايت نقل کړى او هغه يې د طبراني اوسط ته نسبت ورکړى دى.

رياض النضره: 2ټوک، 207 مخ وايي: او يو له هغوى ځنې؛ يعنې هغه آيتونه، چې د علي په باب راغلي دي، يو يې هم د (سيجعل لهم الرحمن وداً) آيت دى، چې امام ابوحنيفه (ره) ويلي: په دنيا کې به داسې مؤمن پاتې نشي، چې په زړه کې به يې د علي مينه نه وي (د حافط سلفي د نقل له مخې) او همداراز دا روايت ابن حجر د صواعق په 102 مخ کې او شبلنجي د نورالابصار په 101 مخ کې له ځينو محدثينو له محمد بن حنفيه نقل کړى او تر نقلولو روسته يې ويلي: دا آيت د علي په اړه راغلى دى.

ان الذين امنوا و عملوا الصالحات اولئک هم خېر البريه (بينه؛ 7)

د حضرت علي په باب راغلى دى

(تفسير ابن جرير طبري: 30ټوک، 171 مخ) پر خپل سند له ابي الجارود له محمد بن علي روايت کړى، چې ويلي يې دي: رسول الله علي ته وويل: علي! ((خير البريه)) ته او ستا لارويان دي.

سيوطي هم په درالمنثور کې تر پورتني آيت لاندې له ابن عساکر له جابر بن عبدالله روايت کړى، چې و يې ويل: د الله تعالی له استازي سره وو، چې علي راغى او رسول الله موږ ته وويل: قسم پر هغه الله تعالی دى، چې ژوند مې د هغه په لاس کې دى؛ داچې را روان دى او لارويان يې پخه خبره ده، چې د قيامت د ورځې رستګاران دي او بيا دا آيت راغى: (ان الذين امنوا و عملوا الصالحات اولئک هم خير البريه)؛ نو ځکه علي به چې راغى؛ نو د الله تعالی د استازي اصحابو به ويل: خير البريه راغى. دا روايت ابن عدى، ابن عساکر له سعيد نه په رفع توګه نقل کړى او ابن عدى هم له حضرت ابن عباس څخه هم نقل کړى او ابن مردويه له علي هم نقل کړى، چې رسول الله ماته وويل: د الله تعالی وينا دې واورېده، چې و یې ويل: (ان الذين امنوا و عملوا الصالحات اولئک هم خير البريه) چې هغه ته او ستا لارويان دي او زموږ او ستاسې موعد د کوثر د حوض تر غاړې دى، هغه مهال چې امتونه د حساب لپاره محشورشي؛ نو تاسې به د “غر محجل” په نامه يادېږئ.

(صواعق المحرقه؛ 96 مخ) وايي: ددې آيت په تفسير کې حافط جمال الدين زرندي له حضرت ابن عباس څخه روايت کړي چې ويلي يې دي: هغه مهال چې دا ايت راغى؛ نو د الله تعالی استازي علي ته وويل: هغه ته او ستا لارويان دي، چې ته او لارويان به دې د قيامت پر ورځ خوښ او مرضي ياست او ستا دښمنان به غوسه او خپګان راځي. علي وپوښتل: زما دښمن څوک دى؟ رسول الله وويل: هغه چې ځان له تا بېزاره کړي او پر تا لعنت ووايي.

 دا روايت شبلنجي د نورالابصار په 70 او 10 مخونو کې هم راوړى دى.

اجعلتم سقايه الحجاج و عماره المسجد الحرام کمن امن باالله واليوم الاخر (توبه؛ 19)

 د حضرت علي په باب راغلى دى

(واحدي؛ اسباب النزول: 182 مخ) وايي: حسن، شعبي او قرطبي ويلي دي: دا آيت د علي طلحه او عباس په اړه نازل شوى دى او کيسه يې داسې وه، چې دې درې کسانو پر يو بل وياړنې کولې؛ طلحه ويل: زه د الله تعالی دکور کونجيدار يم او د الله تعالی دکور پرده راسره ده. عباس ويل: زه حاجيانو ته اوبه ورکوم. علي ويل: نه پوهېږم، چې تاسې څه واست، زه شپږ مياشتې مخکې تر ټولو پر لمونځ درېدلى يم او زه د الله تعالی په لار کې مجاهد يم او تردې خبرو روسته ول، چې همدا آيت را نازل شو.

دا روايت ابن جرير طبري هم د خپل تفسير د لسم ټوک په 68 مخ کې پر خپل سند له سدي او فخر رازي په خپل تفسير کې د پورتني آيت په تفسير کې او فخر رازي د تکاثر د سورت په تفسير کې نقل کړى دى او ويلي يې دي، چې عقل راښيي، چې تکاثر او تفاخر په هر ځاى کې ناوړه او رټلى وي؛ ځکه که تفاخر په حقيقي تفاخرونو کې وي؛ نو عقل يې خوښوي او ناوړه يې نه ګڼي او يو يې هم د عباس وياړنه او تفاخر و، چې حاجيانو ته يې د اوبو ور رسولو دنده درلوده او کومه وياړنه، چې “شيبه” وکړه، چې د الله تعالی د کور کونجي ورسره ده (تر دې چې وايي) بيا علي وايي: ما په توره د کفر خر طوم پرې کړ او د کفر مې بې پته او بې عزته کړ؛ بيا نو تاسې اسلام ته مخه کړه. دا ځواب پر دواړو سخت پرېووت، چې دا آيت راغى.

(وقفوهم انهم مسئولون) (صافات: ٢٤)

(صواعق المحرقه؛ ٨٩ مخ) وايي: (وقفوهم انهم مسئولون) څلورم آيت دى، چې د علي په باب نازل شوى دى او بيا وايي: ديلمي له حضرت ابي سعيد خدري نقلوي، چې د الله تعالی استازي دا آيت ووايه او و يې ويل: د علي له ولايته مسئول دي او بيا وايي: د واحدي مطلب هم همدا روايت دى، چې ددې آيت په تفسير کې يې ويلي: روايت دى، چې مسئول د علي او د اهلبيتو دي؛ ځکه الله تعالی خپل استازي ته ويلي ول، چې خلکو ته ووايي: د خپل رسالت پر وړاندې د خپلوانو له مينې پرته هېڅ نه غواړم او ددې آيت مانا هم دا ده، چې آيا هاغسې، چې په کار دي، له اهلبيتو سره مو مينه کړې که نه؟ او ايا د اهلبيتو په اړه د رسول الله پر سپارښتنو مو عمل کړى که نه؟ او که د هغوى حق مو ضايع کړى؛ نو له پوښتنې مراد مطالبه او آثار دي؛ دا د واحدي خبره ده.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (مائده: ٥٤)= مؤمنانو! له تاسې، چې څوك له خپل دينه واوړي (الله تعالی ته زيان نشي رسولاى) الله تعالی به داسې خلك راولي، چې ورته ګران وي او الله تعالی (هم) هغوى ته ګران وي، د مؤمنانو پر وړاندې به عاجز وي او پر كافرانو به تېز او سخت وي، د الله تعالی په لاركې به جهادكوي او د هېڅ ملامتوونكي له پړې اچولو به نه وېرېږي، دا د الله تعالی لورنه ده، چا ته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او د الله تعالی (لورنه) پراخه او (پر مستحقينو) پوهېدونکى دى.))

فخر رازي په کبير تفسير کې تر پورتني آيت لاندې وايي: يوې ډلې وويل: دا آيت د علي په اړه نازل شوى دى او دليلونه يې دوه دي: ړومبى: چې کله رسول الله غوښتل د خيبر د جګړې مشري علي ته ورکړي؛ نو يوه ورځ يې ترې مخکې وويل: ((سبا به د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې الله تعالی او رسول يې پرې ګران او هغه هم پر الله تعالی او رسول يې ګران دى)) او دا هماغه نښه ده، چې په دې آيت کې راغلې ده؛ نو په دې آيت کې له قومه مراد له (؟) پرته هېڅوک نشي کېداى .

دويم: تر پورتني آيت روسته د ولايت آيت؛ يعنې (انما وليکم الله و رسوله و الذين يقيمون الصلوه و يوتون الزکاه و هم راکعون) راغلى، چې هېڅ څوک ترې منکر نه دي، چې د علي په اړه راغلى دى؛ نو ښه داده، چې ووايو: پورتنى آيت هم د علي په اړه راغلى دى.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (توبه: ١١٩)= مؤمنانو! د الله تعالی (د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ او له رښتينو سره اوسئ.))

(سيوطي په درالمنثور کې) تر پورتني آيت لاندې وايي: له حضرت ابن عباس څخه روايت دى: له ((صادقين)) نه مراد علي دى او بيا وايي: ابن عساکر له ابي جعفر څخه روايت کړى چې د پورتني آيت په تفسير کې وايي: مراد دادى چې له علي سره شئ.

((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ (نحل: ٤٣)= او تر تا مخکې مو (هم) يوازې سړي لېږلي، چې وحې مو ورته کوله؛ نو که نه پوهېږئ (د کتابيانو) پوهان وپوښتئ (چې تعجب و نه كړئ، دا سلام پېغمبر يوازې له همدې سړيو رالېږل شوى دى)))

((وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ (انبياء: ٧)= او موږ تر تا مخكې يوازې سړي (چې انسانان او د بشر له جنسه وو، د پېغمبرانو په توګه) لېږلي ول، چې وحې مو ورته کوله که نه پوهېږئ (؛ نو) د اسماني كتابونو څېړونكي وپوښتئ.))

تفسير ابن جرير طبري: ١٧ ټوک، ٥ مخ له جابر جعفي نه روايت کړى، چې وايي: چې کله دا آيت راغى؛ نو علي وويل: “اهل ذکر” موږ يو.

((وَأَذَانٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الأَكْبَرِ أَنَّ اللّهَ بَرِيءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (توبه: ٢)= نو (مشركانو!) څلور مياشتي (نور مهلت لرئ، چې) پر ځمكه وګرځئ (او چېرې، چې ځئ، ولاړ شئ او فكر وكړئ) او پوه شئ، چې تاسې الله تعالی بېوسې كولاى نشئ (او نه يې د ځواک له منګولو تښتېداى شئ او پوه شئ) چې الله تعالی د كافرانو رسواكوونكى دى.))

سيوطي په درالمنثور کې تر پورتني آيت لاندې ليکي: ابن ابي حاتم له حکيم بن حميد څخه روايت کړى، چې وايي: علي بن الحسين ماته وويل: د الله تعالی په کتاب کې د علي لپاره ځانګړى نوم دى، چې خلک ترې خبر نه دي. ورته مې وويل: هغه کوم نوم دى؟ راته يې وويل: مګر د (وَأَذَانٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الأَكْبَرِ) آيت دې نه دى اورېدلى. پر الله تعالی قسم چې اذان علي دى.

((فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ (تين: ٧)= نو (تر دې څرګندو دلايلو) روسته څه څيز تاسې د جزا(له ورځې) منكرېدو ته اړ كړئ؟!))

(د بغداد تاريخ: دويم ټوک، ٩٧ مخ) په خپل سند له انس نه روايت کړى، چې کله د تين سورت راغى؛ نو رسول الله مبارک دومره خوشحال شو، چې ټول يې پر خوښۍ خبر او خوښ شو او له حضرت ابن عباس څخه، چې ددې آيت تفسير وپوښتل شو؛ نو راته يې وويل: د تين له ټکي مراد د شام سيمه ده او تردې چې و يې ويل: د (فما يکذبک بعد بالدين) له جملې مراد علي دى.

 (د بغداد تاريخ: پينځم ټوک، ١٥ مخ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: د الله تعالی له فضل نه مراد رسول الله او له رحمت نه يې مراد علي دى.

((أَفَمَن وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَن مَّتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ (قصص/٦١)=ايا هغه چې موږ ورسره ښه وعده كړې او ورته به ورسېږي، د هغه چا په څېر دى، چې موږ ورته د دنيوي ژوند وسايل وركړي دي بيا د قيامت پر ورځ (د حساب او سزا لپاره) له روستونيو وي؟!))

(تفسير ابن جرير طبري؛ ٢٠ ټوک، ٦٢ مخ) په خپل سند له مجاهد نه روايت کړى، چې وايي: د (افمن وعدناه)آيت د حضرت حمزه، حضرت علي او ابوجهل په اړه نازل شوى. دا روايت واحدي هم د اسباب النزول په کتاب کې په خپل سند له مجاهد نه نقل کړى. محب طبري هم په رياض النضرة؛ دويم ټوک، ٢٠٧ مخ کې راوړى او ويلي يې دي، چې مجاهد ويلي دي: دا آيت د حضرت حمزه، حضرت علي او ابوجهل په باب راغلى دى.

((أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِّن رَّبِّهِ فَوَيْلٌ لِّلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (زمر: ٢٢) ايا الله تعالی چې د چا سينه د اسلام (منلو) ته پرانستې وي او(په پايله كې هغه) د خپل پالونكي له لوري له يوې رڼا څخه برخمن دى (د مړ زړي سړي په څېر دى؟!)؛ نو پر هغوى افسوس، چې د الله د ياد پر وړاندې سخت زړي وي! هغوى ښكاره بې لارې دي.))

(رياض النضره؛ دويم ټوک، ٢٠٧ مخ) وايي: يو له هغو آيتونو، چې د حضرت علي د فضايلو په اړه راغلى د (أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ) آيت دى، چې حضرت علي، حضرت حمزه او ابولهب او اولاد يې په پرتله شوي، بيا وايي: واحدي او ابوالفرج هم دا روايت راوړى دى.

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (احزاب/٢٣) = په مؤمنانوكې داسې سړي شته، چې له الله تعالی سره پركړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي دي) او ځينې (لا ورته) سترګې پر لار دي او له سره يې (خپله ژمنه) وا نه ړوله.))

(صواعق المحرقه: ٨٠ مخ) وايي: علي د کوفې پر ممبر ناست و، چې ددې آيت په اړه وپوښتل شو، په ځواب کې يې وويل: دا زما او زما د تره حمزه او زما د تره د زوى عبيدة بن حارث بن عبدالمطلب په اړه راغلى دى؛ ځکه عبيده د بدر په جګړه کې شهيد شو، حمزه د احد په جګړه کې او زه هم په تمه يم، چې ددې امت تر ټولو کينه کښ مې پر وينو ولړي او بيا يې خپلې ږيرې او سر ته اشاره وکړه او و يې ويل: دا هغه ژمنه ده، چې محبوب مې ابوالقاسم راسره کړې ده (د حديث تر پايه).

دا روايت شبلنجي هم د نورالابصار د کتاب په ٩٧مخ کې د ابن صباغ د فصول المهمه له کتابه راخستى دى.

((وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ (زمر/٣٣)=

(سيوطي په درالمنثور کې) تر پورتني آيت لاندې ليکي: ابن مردويه له حضرت ابي هريره روايتوي، چې دالله تعالی استازي وويل: (وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ) زه يم او (وَصَدَّقَ بِهِ) علي دى.

مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ. بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ. يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ (رحمن: ٢٠، ١٩، ٢١)= دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي دي، چې سره يو ځاى کېږې، چې ترمنځ يې پرده ده، چې يو هم ترې نه تېرېږي (او يو له بل سره نه ګډېږي).))

(سيوطي په درالمنثور کې) د پورتني آيت په تفسير کې وايي: ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې و يلي يې دي: د (مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ) په غونډله-جمله کې له دوو سمندرونو مراد علي او بي بي فاطمه ده او د (بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ) په غونډله کې له برزخه مراد رسول الله مبارک او د (يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ) په غونډله کې له لوء لوء نه مراد حسن او حسين دي.

همدا روايت ابن مردويه له انس بن مالک څخه او شبلنجي د نورالابصار د کتاب په ١٠١ مخ کې له انس بن مالک څخه راخستى دى.

((وَالْعَصْرِ. إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ. إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (عصر)= پر زمانې قسم! بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى. خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې په حق سپارښتنه او په زغم سپارښتنه کړې وي.))

(سيوطي په دارالمنثور کې) د عصر د سورت په تفسير کې ليکي: ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې وايي: له (وَالْعَصْرِ. إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ) څخه مراد ابوجهل بن هشام او له (إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ) څخه مراد علي او سلمان دي.

((أًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاء مَّحْيَاهُم وَمَمَاتُهُمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ (جاثيه: ٢١)= ايا هغوى چې ناوړه چارې او ګناهونه يې كړي دي، انګېرلې ده، چې موږ به يې له هغو كسانو سره برابر كړو، چې ايمان يې راوړى او ښه (چارې) يې كړې وي (داسې) چې د هغو ژوند او مرګ برابر وي؟! هغوى څومره ناوړه پرېكړه كوي!.))

(فخر رازى په کبير تفسير کې) د جاثيه په سورت کې د پورتني آيت په تفسير کې ليکي: کلبي ويلي: دا آيت د حضرت علي، حضرت حمزه، عبيده او درې منافقينو په اړه نازل شوى، چې نومونه يې دادي: عتبه، شيبه او وليد بن عتبه، چې مؤمنانو ته يې ويل: پر الله تعالی، چې تاسې هېڅ څه نه لرئ اوکه تاسې رښتيا هم وياست؛ نو په اخرت کې به زموږ حالت تر تاسې ډېر غوره وي؛ لکه څنګه چې په آخرت کې زموږ حالات تر تاسې غوره دي، چې الله تعالی په دې آيت کې د منافقينو دا خبره رد کړې او ويلي يې دي، چې داسې نشي کېداى، چې الله تعالی د مؤمنو په پرتله به د کفارو حالات ښه وي.

((وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاء بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا (فرقان: ٥٤)= او (الله) هغه ذات دى، چې له اوبو يې يو بشر پيداكړ بيا يې ترې (د خپلولۍ) د نسب او خسرګنۍ لړۍ وغځولې (او له دې دوو لارو يې د هغه نسل پراخ كړ) او ستا پالونكى تل وسمن دى.))

(نورالابصار؛ شبلنجي، ١٠٢ مخ) وايي: له محمد بن سيرين څخه روايت دى، چې وايي: دا آيت د رسول الله مبارک او حضرت علي په اړه راغلى، چې هم يې د تره زوى دى او هم يې ورته لور ناسته ده، چې علي هم په نسب کې رسول الله مبارک ته رسي او هم په خپلوۍ؛ يعنې زومتوب کې.

د حضرت علي د دښمنانو په اړه راغلي آيتونه

(زمخشري په کشاف تفسير کې) د ((وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا (احزاب/٥٨)= او هغوى چې مؤمن نارينه او مؤمنې ښځې(بې ګناه او) بې له دې، چې(ناروا) يې کړى وي، ځوروي؛ نو په يقين چې د غټو دروغو او ښكاره ګناه پېټى يې پر اوږو كړى دى)) آيت په تفسير کې ليکي: دا آيت د هغه منافقينو په اړه راغلى، چې حضرت علي يې کړاوه. واحدي هم په خپل سند (اسباب النزول؛ ٢٧٣ مخ) کې وايي: مقاتل ويلي: دا آيت د حضرت علي د دښمنانو په اړه راغلى او ول داسې منافقين، چې علي يې کړاوه.

((إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُواْ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ (مطففين: ٢٩)= په واقع كې (په دنيا كې) ګناهكارانو تل په مؤمنانو پورې خندل))

(زمخشرى په کشاف تفسير کې) د پورتني آيت تر تفسير لاندې ليکي: يوه ورځ حضرت علي له څو کسانو سره روان و، چې منافقان يې را مخې ته شول او پر حضرت علي يې ملنډې ووهلې او بياچې له خپلو ملګرو سره يو ځاى شول؛ نو پر ملنډو يې وويل: هغه اصلع (هغه چې د سر مخکې وېښتان يې نه وي) مو وليد؛ نو حضرت علي لا رسول الله مبارک ته نه و رسېدلى، چې دا آيت راغى.

دا روايت فخر رازي هم په کبير تفسير کې او سيوطي هم د محمد د سورت د (٣٠_٢٥) آيتونو په تفسير کې راوړى دى او وايي: ابن مردويه او ابن عساکر له حضرت ابي سعيد خدرې روايت کړى، چې د (و لتعرفنهم فى لحن القول) تر غونډلې لاندې وايي: له حضرت علي سره دښمني يې د وينا له لحنه پېژندل کېږي.

 

الله تعالی د حضرت علي له امله ددې امت د نجوا صدقه وبښله

(صحيح ترمذي؛ دويم ټوک، ٢٢٧ مخ) په “ابواب تفسير قرآن” کې په خپل سند له حضرت علي نقلوي، چې ويلي يې دي: چې کله د (يا ايها الذين آمنوا اذا ناجيتم الرسول فقدموا بين يدى نجويکم صدقة _؛ يعنې د ايمان خاوندانو! چې غواړئ د الله تعالی له رسول سره پسپسکې وکړئ؛ نو مخکې ترې صدقه ورکړئ _ آيت راغى؛ نو رسول الله له ما وپوښتل: څه سلا ګورې، چې د هر ځل لپاره يو دينار صدقه ورکړي؟ ورته مې وويل: خلک يې وسه نه لري. راته يې وويل: نيم دينار څنګه دى؟ ورته مې وويل: خلک د هغې وسه هم نه لري. راته يې وويل: نو څومره؟ ورته مې وويل: يو شعير. راته يې وويل: ته زاهد يې. بيا ورپسې آيت راغى، چې بيا روسته علي وويل: زما له امله الله تعالی دې امت ته صدقه ورکول وبښل.

ترمذي وايي: داچې وايي: يو شعير، مراد يې دادى، چې خلک دې د يو غنم هومره سره زر صدقه ورکړي. دا روايت فخر رازي هم په کبير تفسير کې تر پورتني آيت لاندې راوړى او وايي: داچې رسول الله وويل، چې ته زاهد يې؛ مانا يې دا ده، چې ته په خپله کم پيسې يې او دا اندازه دې هم د خپل جېب په پامنيوي کړې ده او دا مانا، چې فخر رازي کړې، څه بده مانا نه ده او پورتنى روايت ابن جرير طبري هم د خپل تفسير د ٢٨ ټوک په ١٥ مخ کې او متقي هم د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٢٦٨ مخ کې راوړى، چې متقي وايي: دا روايت ابن ابي شيبه، عبد بن حميد، ابويعلي، ابن جرير، ابن منذر، دورقي، ابن حيان، ابن مردويه او سعيد بن منصور هم نقل کړى دى (دا د متقي خبره وه) محب طبري هم د ذخاير په ١٠٩ مخ کې وايي: دا روايت ابوحاتم نقل کړى او طبري د ذخاير په ١٠٩ مخ کې له ابوحاتم څخه نقل کړى دى. دا روايت سيوطي هم په درالمنثور کې د پورتني آيت په تفسير کې راوړى دى او دا روايت نورو ډېرو راويانو هم نقل کړى، چې نومونه يې متقي په کنزالعمال کې راوړي، چې دلته يې د راوړو حوصله نشته.

(خصايص نسائي: ٣٩ مخ) په خپل سند نقل کړي، چې کله د نجوى آيت راغى؛ نو د الله تعالی رسول علي ته وويل: خلکو ته ووايه، چې تر نجوى مخکې صدقه ورکړي. علي وويل: څومره؟ رسول الله وويل: يو دينار. علي وويل: خلک يې وس نه لري، بيا رسول الله وويل: نيم دينار. علي وويل: خلک يې بيا هم وس نه لري. رسول الله وويل: نو څومره؟ علي وويل: يو شعير. رسول الله مبارک وويل: ته زاهد يې.

بيا پورتنى آيت راغى؛ ځکه حضرت علي به تل ويل، چې زما له امله دې امت ته په صدقه ورکولو کې تخفيف ورکړل شو.

بې له حضرت علي بل چا د نجوى پر آيت عمل و نه کړ

(تفسير ابن جرير طبري؛ ٢٨ ټوک، ١٤ مخ) په خپل سند له ليث له مجاهد نه نقلوي: حضرت علي وويل: د الله تعالی په کتاب کې داسې يو آيت دى، چې چا پرې تر ما مخکې او نه به پرې څوک تر ما روسته عمل وکړي او هغه د (يا ايها الذين آمنوا اذا ناجيتم الرسول فقدموا بين يدى نجويکم صدقة) آيت دى، چې فرض کړي يې دي، چې څوک له رسول الله سره ځانګړې خبرې کول غواړي؛ نو مخکې ترې بايد صدقه ورکړي.

دا روايت زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د مجادله په سورت کې د پورتني آيت تر تفسير لاندې ليکلى او په روايت کې يې حضرت علي په پاى کې وايي: ما يو درهم درلود، چې لس ديناره مې کړ او هرکله به مې چې د الله تعالی له رسول سره نجوى کوله؛ نو صدقه به مې ورکوله. بيا کلبي وايي: لس واره يې لس درهمه صدقه ورکړه، چې لس مسئلې د الله تعالی له رسوله وپوښتي.

(واحدي هم د اسباب النزول په ٣٠٧ مخ کې) دا روايت نقل کړى دى او په نقل کې يې راغلي، چې علي وويل: ما يو دينار درلود، چې مات مې کړ او هر وار به مې، چې د الله تعالی له استازي سره نجوى کوله؛ نو يو دينار به مې صدقه ورکوله، چې يو دينار مې خلاص شو او د نجوى آيت هم نسخ شو او په نسخ کې يې دا آيت راغى: (ءاشفقتم ان تقدموا بين يدى نجويکم صدقات)

فخر رازي هم دا روايت راخستى او په پاى کې وايي: دا روايت ابن جريح، کلبي او عطاء له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى، چې په نقل کې يې راغلي: اصحاب، چې له رسول الله سره له نجوى منع شول؛ خودا چې مخکې ترې صدقه ورکړي، چې بې له حضرت علي بل يوه هم دې صدقې ته غاړه کېنښووه او بيا ترې روسته بل آيت راغى او دا بنديز يې لرې کړ.

(تفسير ابن جرير طبري؛ ٢٨ ټوک، ١٤ مخ) په خپل سند له ابي نجيع او هغه هم له مجاهده همدا مضمون راخستى دى. سيوطي هم په درالمنثور کې د مجادله د سورت د پورتني آيت په تفسير کې دا روايت له سعيد بن منصور، ابن راهويه، ابن شيبه، عبد بن حميد، ابن منذر، ابن ابي حاتم، ابن مردويه او حاکم (هغه دا حديث صحيح ګڼلى دى) څخه راخستى دى.

سيوطي وايي: دا روايت عبدالرزاق، عبد بن حميد، ابن منذر او ابن ابي حاتم له مجاهد نه نقل کړى دى.

او همداراز وايي: سعيد بن منصور هم همدا مضمون له مجاهد نه نقل کړى او په اخر کې راغلي، چې دا آيت نسخ شو او بې له علي پرې هيچا هم عمل و نه کړ.

او همداراز وايي: دا روايت عبدبن حميد له سلمة بن کهيل نه روايت کړى دى.

(کنزالعمال؛ درېیم ټوک، ١٥٥ مخ) له عامر بن واثله نقلوي، چې وايي: زه د شورا پر ورځ په وره کې ولاړ وم، چې د اصحابو شور زوږ شو، چې د حضرت علي له خولې مې واورېدل: خلکو له ابوبکر سره بيعت وکړ؛ خو پر الله تعالی چې دې کار ته ترې زه غوره او وړ يم او بيا يې وويل: تاسې ته قسم درکوم، چې آيا په تاسې کې داسې څوک شته، چې له رسول الله سره به رورولي ولري؟ خلکو وويل: نه! بيا يې وويل: آيا په تاسې کې بې له ما بل څوک شته، چې د نجوى پر آيت به يې عمل کړى وي او ددې آيت تر راتګ روسته به يې دولس ځل د الله تعالی له استازي سره نجوى کړې وي؟ ټولو وويل: نه!.

له رسول الله سره د حضرت علي مقام

(صحيح نسائي؛ لومړى ټوک، ١٧١ مخ) په خپل سند له عبدالله بن نجي څخه او هغه هم له خپل پلار روايت کړى، چې و يې ويل: علي راته وويل: د الله تعالی له رسول سره مې داسې منزلت او مقام درلود، چې هېڅ مخلوق نه درلود؛ زه به هر سهار ورتلم او ورته مې ويل: السلام عليک يا نبي الله! که اجازه به يې راکړه؛ نو کور ته به ورننووتم او که را به يې نه کړه؛ نو راستون به شوم.

دا روايت نسائي د خپلو خصايصو په ٣٠ مخ کې هم راوړى او ورته يې يو بل روايت هم په ٢٩ او ٣٠ مخ کې راوړى دى او احمد بن حنبل هم د خپل مسند د لومړي ټوک په ٨٥ مخ کې هم راوړى دى.

(کنزالعمال؛ ٦ټوک، ٣٩٣ مخ) له شعبي روايت کړى: حضرت ابوبکر حضرت علي وليد او ورته يې وويل: څوک چې غواړي د الله تعالی پر رسول تر ټولو ګران او ورته تر ټولو نږدې او ورسره د لوړ مقام خاوند وګوري؛ نو دې سړي ته دې وګوري (د حديث تر پايه) بيا وايي: دا حديث ابن ابي الدنيا د الاشراف په کتاب کې له ابن مردويه او حاکم نه نقل کړى دى.

محب طبري هم دا روايت د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٣ مخ کې راوړى دى او ويلي يې دي، چې ابن اسمان هغه نقل کړى دى او ابن حجر هم د صواعق په ١٠٦ مخ کې راوړى او دار قطني او شعبي ته يې نسبت ورکړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢١٣ مخ) او کنزالعمال شپږم ټوک، ٤٠٢ مخ وايي: له عبدالله بن حارث نه روايت دى، چې و یې ويل: علي ته مې وويل: په هغو فضيلتونو کې کوم تر ټولو غوره دى، چې تا له رسول الله مبارک سره درلود؟ له رسول الله کره ويده وم او هغه مبارک پر لمانځه و او تر لمانځه روسته يې راته وويل: علي! له خدايه مې داسې څه نه دي غوښتي، چې تا ته مې ترې نه وي غوښتي او له هېڅ شره مې الله تعالی ته پناه ته نه ده وړې؛ خو داچې تا ته مې ترې له خدايه پناه غوښتې وي. بيا وايي: محاملي دا روايت راوړى دى.

ليکوال: دا روايت هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک، ١١٠ مخ) کې راوړى او په پاى کې يې وايي: و يې ويل: ما چې هر څه له خدايه غوښتي؛ خو يوازې يې راته ويلي: تر تا روسته به بل پېغمبر نه راځي(اوسط طبراني)

متقي هم دا روايت د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٩ او ٣٩٢ مخ کې راوړى او په دواړو ځايونو کې يې ويلي: ابونعيم د فضايل الصحابه د کتاب په ٤٠٦مخ کې نقل کړي او وايي: ابن عاصم، ابن جرير _هغه دا حديث صحيح ګڼلى _طبراني په اوسط کې، ابن شاهين او نسائي هم د خصايص په ٣٧ او ٣٨ مخ کې له دوو لارو نقل کړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٣ مخ) وايي: حضرت ابوبکر او حضرت علي رسول الله ته راغلي ول، چې حضرت علي حضرت ابوبکر ته وويل: مخکې شه! ابوبکر وويل: زه به هېڅکله له هغه چا مخکې نه شم، چې د الله تعالی رسول يې په اړه ويلي دي: (علي ما ته داسې دى؛ لکه زه چې الله تعالی ته يم) نه مخکې کېږم. بيا وايي: دا حديث ابن سمان د موافقت په کتاب کې راوړى دى. دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٦ مخ کې راوړى دى.

(د بغداد تاريخ: شپږم ټوک، ١٢ مخ) وايي: له براء روايت دى، چې وايي: رسول الله مبارک وويل: علي راته داسې دى؛ لکه زما سر چې ما ته دى.

دا حديث شبلنجي هم د نورالابصار په ٧٢ مخ کې راوړى او وايي: ديلمي هغه له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او همداراز ابن حجر په صواعق، مناوي په فيض القدير(څلورم ټوک، ٣٥٧ مخ) کې له خطيب له براء له ديلمي او حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى.

(مستدرک الصحيحين؛ درېیم ټوک، ١٣٠ مخ) په خپل سند له ام سلمه بي بي روايت کړى، چې وايي: رسول الله به چې غوسه شو؛ نو په موږ کې به بې له علي هيچا ورسره خبرې نه شوې کړاى. ددې روايت سند صحيح دى.

ليکوال: دا روايت ابونعيم د حلية د نهم ټوک په ٢٢٧مخ کې او مناوي د فيض القدير د پينځم ټوک په ١٥٠ مخ کې راوړى او په شرح کې يې ورته راوړي دي: طبراني هغه له ام سلمه بي بي نقل کړى دى.

(ابن حجر عسقلاني؛ اصابه: لومړى ټوک، څلورم قسم، ٢١٧ مخ) د خطيب له مولف په خپل سند له انس بن مالکه يو حديث نقل کړى او وايي: موږ به چې هر څه د الله تعالی له رسوله پوښتل؛ نو هغه به له علي، سلمان او يا ثابت بن معاذ (رضى الله عنهم) سره مخامخولو؛ ځکه په اصحابو کې دوى د نورو په پرتله د الله تعالی رسول ته ډېر نږدې ول.

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٢٩٩ مخ) په خپل سند له حضرت عبدالرحمان بن عبدالله روايتوي، چې وايي: حضرت علي وويل: هر څه به مې چې د الله تعالی له رسوله غوښتل؛ نو راکول يې او که چوپ به شوم؛ نو په خپله به مخکښ شو.

(طبقات؛ ابن سعد، ١٠١ مخ) وايي: يو سړي حضرت علي ته وويل: څنګه ده، چې ستا د حديثو پوهه د نورو اصحابو په پرتله غوره او ډېر ده؟ حضرت علي وويل: يوازې زه وم، چې تل د الله تعالی له استازي سره وم او پردې سربېره، هره پوښتنه مې، چې ترې کوله؛ نو ځواب يې راکاوه او که پوښتنه به مې ترې نه کوله؛ نو په خپله پر خبرو کېده او پوهه يې رازده کوله.

دا راويت يې په ١٠٦ مخ کې هم راوړى، چې پکې راغلي: علي ته مو وويل: اميرالمؤمنينه! د خپل ځان په اړه راته يو څه ووياست. و يې ويل: څه مې، چې له رسول الله پوښتل؛ نو هرومره يې ځواب راکاوه او چې چوپ به شوم؛ نو په خپله يې زما پوهه زياتوله. دا روايت په همدې مضمون د حلية الاولياء د لومړي ټوک په ٦٨ مخ او د څلورم ټوک په ٣٨٢ مخ کې راغلى دى.

(فخر رازي په کبير تفسير کې) د (و اما بنعمة ربک فحدث؛ الضحى: ١١) آيت تر تفسير لاندې يو روايت راوړى: علي ته وويل شول: موږ ته د ځان په اړه يو څه ووايه. چوپ شئ! رسول الله له ځان ستاينې منع کړي يو. يو سړي وويل: مګر الله تعالی نه دي ويلي: (و اما بنعمة ربک فحدث)؛ يعنې کوم نعمتونه، چې الله تعالی درکړي، خلکو ته يې ووايه. علي وويل: د نعمتونو په اړه له خبرو نه وېرېږم او بيا يې وويل: هر څه مې چې د الله تعالی له استازي پوښتل؛ نو ځواب يې راکاوه او چې چوپ به شوم؛ نو په خپله يې راته پوهه راکوله؛ نو پايله يې داده، چې اوس خوار پوهه لرم او هر څه چې پوښتئ، ځواب به يې درکړل شي.

داسې راته يې؛ لکه هارون چې موسى ته و

(صحيح بخاري د بدء الخلق د کتاب د مناقب علي بن ابيطالب په باب کې) په خپل سند له ابراهيم بن سعد او هغه هم له خپل پلاره روايت کړى، چې وايي: رسول الله مبارک علي ته وويل: ((خوښ نه يې چې داسې راته وسې؛ لکه هارون، چې موسى ته و.))

دا روايت مسلم هم خپل صحيح په فضايل الصحابه دفضايل علي بن ابيطالب په باب کې، ابن ماجه د خپل صحيح په ١٢ مخ کې، احمد بن حنبل د مسند د لومړي ټوک په ١٧٤ مخ او ابوداوود طيالسي د خپل مسند د لومړي ټوک په ٢٨ مخ کې، ابونعيم د حلية د اووم ټوک په ١٩٤ مخ کې او نسائي د خصايص په ١٥ او ١٦ مخونو کې له دوو لارو راوړى دى.

(صحيح بخاري: بدء الخلق: باب غزوه تبوک) په خپل سند له مصعب بن سعد او هغه هم له خپل پلاره روايت کړى، چې ويلي يې دي: رسول الله د تبوک غزا ته ووت او علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ. علي وويل: ما له ماشومانو او ښځو سره پرېږدې؟ رسول الله وويل: ايا خوښ نه يې چې ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو پر دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي؟

ليکوال: دا حديث مسلم د خپل صحيح د فضايل الصحابه د کتاب د باب فضايل علي بن ابيطالب کې، ابوداوود طيالسي د خپل مسند د لومړي ټوک په ٢٩ ټوک کې، ابونعيم د حلية د اووم ټوک په ١٩٥ او ١٩٦ مخونو کې له څو لارو، طحاوي له مشکل الاثار د دويم ټوک په ٣٠٩ مخ کې، احمد بن حنبل د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٨٢ مخ کې، خطيب بغدادي د د بغداد تاريخ د يوولسم ټوک په ٤٣٢ مخ کې له دوو لارو او نسائي د خصايص په ١٦ مخ کې نقل کړى دى.

 په صحيح مسلم کې سعيد بن مسيب د رسول الله د وينا تر نقلولو روسته وايي: روسته تردې چې دا خبره مې عامر بن سعد بن ابي وقاص واورېده؛ نو زړه مې وغوښتل دا خبره پخپله هم له حضرت سعد بن ابي وقاصه واورم؛ نو همدا ول، چې يوه ورځ مې حضرت سعد بن ابي وقاص وليد او حديث مې ورته د عامر له خولې ټکى په ټکى ووايه او بيا مې وويل: تا په خپله دا حديث له رسول الله مبارکه اورېدلى دى؟ و يې ويل: هو! او خپل دواړه لاسونه پر خپلو دواړو غوږونو کېښوول او و يې ويل: پر دې دوو مې له رسول الله دا حديث اورېدلى او که داسې نه وي؛ نو الله تعالی دې داوړه کاڼه کړي.

پورتنۍ خبرې د ابن اثير د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٦ مخ او د خصايص نسائي په ١٥ مخ کې د عامر له رور ابراهيم بن سعده نقل شوى دى.

(صحيح مسلم؛ فضايل الصحابه: باب فضايل علي ابن ابيطالب) په خپل سند له امر بن سعد بن ابي وقاص او هغه هم له خپل پلاره راخستي او وايي: معاوية بن ابوسفيان، سعد ته وويل: ولې علي ته کنځا نه کوې؟ و يې ويل: هرمهال، چې د علي په اړه د رسول الله هغه درې خبرې رايادې شي؛ نو هېڅکله به ورته کنځا و نه کړم او که په هغو درېو خبرو کې يې يوه هم زما په اړه وه؛ نو د راکړل شويو ټولو نعمتونو به راته غوره وو او هغه داچې وا مې ورېدل، چې رسول الله په خپله يوه جګړه کې حضرت علي خپل ځايناستى کړ او ورته يې وويل: خوښ نه يې چې نسبت دې راته داسې وي؛ لکه د هارون چې موسى ته و؛ خو پر دومر توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي. (د حديث تر پايه) چې دا هر څه د مباهلې د باب په ړومبيو کې راغلل.

دا روايت ترمذي د خپل صحيح د دويم ټوک په ٣٠٠ مخ کې، احمد بن حنبل په خپل مسند کې د لومړي ټوک په ١٨٥ مخ کې، نسائي په خصايص کې په ٤ او ١٦ مخونو کې راوړى دى. په همدې مضمون يو بل روايت ترمذي د خپل صحيح د دويم ټوک په ٣٠١ مخ کې، احمد بن حنبل د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٧٩ مخ کې، ابوداوود طيالسي د خپل مسند د لومړي ټوک په ٢٩ مخ کې، ابونعيم د حلية د اووم ټوک په ١٩٥ مخ کې له څلور لارو او ١٩٦ مخ کې له يوې بلې لارې او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د لومړي ټوک په ٣٢٤ مخ کې، د څلورم ټوک په ٢٠٤ او د نهم ټوک په ٣٩٤ مخ کې، نسائي د خصايص په ١٤ مخ کې له دوو لارو او په ١٥ مخ کې له درېیمې لارې نقل کړى دى.

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٣٠١ مخ) په خپل سند له حضرت جابر بن عبدالله نه په همدې مضمون او بل روايت له حضرت سعد له زيد بن ارقم له حضرت ابي هريره له حضرت ام سلمې نقل کړى دى او هغه روايت احمد بن حنبل د خپل مسند د درېیم ټوک په ٣٣٨ مخ کې او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د درېیم ټوک په ٢٨٨ مخ کې له دوو لارو راخستى دى.

(صحيح ابن ماجه: ١٢ مخ) په خپل سند له ابن سابط _؛ يعنې عبدالرحمان له سعد بن ابي وقاصه روايتوي او وايي: معاويه بن ابوسفيان حج ته راغلى و او خلک يې کتو ته راتلل، چې يو يې هم حضرت سعد بن وقاص و، چې په دې کتنه کې د علي خبره رامنځ ته شوه، چې معاويه بن ابو سفيان علي ته کنځل وکړه، چې سعد غوسه شو او و يې ويل: دا کنځا هغه ته کوې، چې په اړه يې ما له رسول الله واورېدل: ((داسې راته يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي)) او ما په خپله ترې د خيبر په جګړه کې واورېدل: ((سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې الله تعالی او رسول پرې ګران دي او هغه هم پر الله تعالی او رسول يې ګران دى.))    

(مستدرک الصحيحين؛ دويم ټوک، ٣٣٧ مخ) د منزلت حديث له حسن بن سعد څخه روايت کړى، چې حضرت علي وويل: رسول الله راته پيغام راواستاوه، چې په مدينه کې پاتې شم او په جګړه کې ګډون و نه کړم؛ نو پيغام راوړونکي ته يې وويل: زه به هېڅکله د رسول الله پر ځاى کېننم؛ نو زه رسول الله راوغوښتم، چې د ځايناستۍ او زما د خپګان په اړه راسره خبرې وکړي؛ نو زه پر ژړا شوم، چې رسول الله را ته وويل: ولې ژاړې؟ ما وويل: ژړا مې له دې امله ده، چې سبا به قريش وايي، چې څومره ژر د خپل تره د زوى ځايناستى شو او هغه يې يوازې جګړې ته ولېږه او په خپله يې په جګړه کې ګډون و نه کړ او بله دا چې د الله تعالی په لار کې مې جهاد خوښ دى؛ ځکه غواړم د توبې د سورت په ١٢١ آيت عمل وکړم او غواړم ځان د الله تعالی په فضل کې ونغاړم. رسول الله را ته وويل: ((دا چې و دې ويل، چې قريش به ووايي، چې څومره ژر د خپل تره د زوى پر ځاى کېناست او ورسره يې مرسته و نه کړه؛ نو پوه شه، چې ته هم زما په څېر يې؛ ما ته يې چې دروغجن او جادوګر ووايه؛ نو پرېږده چې پر تا هم تور ولګوي. آيا خوښ نه يې ته ما ته داسې وسې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي او داچې و دې ويل، چې ځان د الله تعالی په فضل او رحمت کې رانغاړې؛ نو دا څو مرچک چې له يمن يې ما ته راوړي، په بازار کې وپلوره، چې د الله تعالی له رحمته بې برخې پاتې نشې، د مدينې حالات داسې دي، چې يا زه بايد پکې پاتې شم او يا ته.))

 حاکم ددې حديث سند صحيح ګڼلى او سيوطي هم په درالمنثور کې د توبې د سورت د ١٢١ آيت تر تفسير لاندې له ابن مردويه له علي راوړى دى.

(د امام احمد حنبل مسند؛ لومړى ټوک: ١٧٠ مخ) په خپل سند له د سعد له لور عايشې، چې هغې هم له خپل پلار نقل کړي دي: حضرت علي د رسول الله مخه ښې ته راغى او په ژړا يې وويل: آيا ما له متخلفينو سره پرېږدئ؟ رسول الله ورته په ځواب کې وويل: ((آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې شې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو پر دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.))

ليکوال: دا روايت خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د اتم ټوک په ٥٢ مخ کې، نسائي د خصايص په ١٦ او ١٧ مخونو کې له دوو لارو، سيوطي په درالمنثور کې د توبې د سورت د ٨٧ آيت تر تفسير لاندې راوړى او ويلي يې دي: دا حديث ابن مردويه له حضرت سعد بن ابي وقاص څخه روايت کړى او ويلي يې دي:

 ((علي د الله تعالی له استازي سره راووت، چې ثنية الوداع ته راورسېدل او غوښتل يې چې ورسره تبوک ته ولاړ شي.))

(د امام احمد حنبل مسند؛ لومړى ټوک: ١٧٣ مخ) په خپل سند له سعد بن مسيب څخه روايت کړى: سعد بن مالک ته مې وويل:

غواړم له تا يو حديث وپوښتم؛ خو وېرېږم. را ته يې وويل: ورواره! که پوهېږې، چې زه پر هغه حديث پوهه لرم؛ نو مه وېرېږه او و يې وپوښته. ورته مې وويل: رسول الله، چې علي په مدينه کې خپل ځايناستى کړ؛ نو څه يې وويل؟ سعد وويل: علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ او په خپله يې غوښتل تبوک ته ولاړ شي، چې علي وويل: ((آيا ما له متخلفينو، ښځو او ماشومانو سره پرېږدئ؟ رسول الله مبارک وويل: آيا خوښ نه يې، چې ما ته داسې وې؛ لکه هارون چې موسى ته و؟ علي وويل: هو خوښ يم! رسول الله علي ته وويل: نو که داسې ده، چټک ستون شه.))

دا روايت احمد حنبل د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٧٥ مخ کې له سعيد بن مسيب څخه نقل کړى او همداراز په ١٧٧ مخ کې يې ويلي چې سعد بن مالک را ته له خپل پلاره يو روايت ر انقل کړ او زه د هغه پلار سعد ته ولاړم او ورته مې وويل: ((ته تريو او تريخ انسان يې او غواړم له تا څه وپوښتم.)) را ته يې وويل: څه پوښتل غواړې؟ ورته مې وويل: د علي کيسه او دا چې رسول الله په خپله تبوک ته ولاړ او هغه يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ! دا مهال سعد غوسه شو او را ته يې وويل: چا درته دا روايت نقل کړى دى؟ ما نه غوښتل ورته ووايم، چې زوى دې دا کار کړى؛ ځکه کېداى شول ورته غوسه شي او تر څه ځنډ روسته يې راته وويل: ((رسول الله، چې غوښتل تبوک ته ولاړ شي؛ نو علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ، چې علي وويل: بېخي مې زړه نه غواړي تاسې يوازې جګړې ته ولاړ شئ او ما دلته پرېږدئ، چې رسول الله وويل: آيا خوښ نه يې، چې ما ته داسې وسې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي؟))

 دا روايت احمد حنبل د خپل مسندد لومړي ټوک په ٣٣٠ مخ کې له عبدالله له سعد څخه نقل کړى، ابن سعد د طبقات د درېیم ټوک او لومړي ټوک په ١٥ مخ کې او نسائي هم د خصايص په ١٧ مخ کې له دوو لارو نقل کړى دى.

(د امام احمد حنبل مسند؛ لومړى ټوک: ٣٣٠ مخ) په خپل سند له عمرو بن ميمون څخه روايت کړى، چې و یې ويل: زه له حضرت ابن عباس سره ناست وم، چې څه کسان ورته راغلل او ورته يې وويل: يا له موږ سره يو چوپ ځاى ته ولاړ شه او يا همدا ځاى راته خالي کړه. حضرت ابن عباس وويل: پخپله درسره ځم _ دا هغه وخت و، چې حضرت ابن عباس لا ړوند شوى نه و _ او په خپلو کې پر خبرو شول؛ خو موږ پوه نه شوو، چې څه وايي. ډېر وخت لا نه و تېر شوى، چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډلې او غوسه را روان و او ويل يې: تون لعنت دې پرې وي؛ ځکه داسې سړي ته کنځا کوي، چې لس ځانګړنې يې درلودې _ تر دې چې و يې ويل: خلک يې د تبوک جګړې ته بوتلل، چې علي وويل: زه هم درسره درځم؟ رسول الله وويل: نه! علي پر ژړا شو چې د الله تعالی رسول وويل: ((آيا خوښ نه يې، چې مقام دې راته داسې وي؛ لکه د هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي؟ او سمه نه ده، چې زه له مدينې ووځم او ته مې ځايناستى نه يې)) (د حديث تر پايه)

دا روايت نسائئ هم د خصايص په ٨ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٣ مخ کې راوړى دى او د طبري د وينا له مخې دا روايت احمد، حافظ ابوالقاسم دمشقي (په موافقات او اربعين الطوال)، نسائئ او همداراز هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١١٩ ټوک کې راوړى دى او هيثمي ويلي، چې احمد او طبراني په خپلو دوو کتابونو (کبير) او (اوسط) کې هم راوړى دى.

(مسند احمد بن حنبل؛ شپږم ټوک: ٣٦٩ مخ) په خپل سند له موسى جهني خڅه روايت کړى، چې ويلي يې دي: د علي له لور فاطمې کره ولاړم، چې ملګري مې ابوسهل پوښتنه وکړه: څو کلن يې؟ ورته مې وويل: شپږ اتيا کلن يم. را ته يې وويل: له خپل پلاره دې درته کوم حديث نه دى ياد؟ و يې ويل: حضرت اسماء بنت عميس راته وويل: رسول الله علي ته وويل: ((داسې راته يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.))

دا روايت يې له موسى جهني له بلې لارې په ٤٣٨ مخ کې راوړى او خطيب بغدادي په خپل تاريخ (لسم ټوک، ٤٣ مخ) او (دولسم ټوک، ٣٢٣ مخ) کې، ابن عبدالبر (استيعاب: دويم ټوک، ٤٥٩ مخ) او نسائي په خصايص (١٧ او ١٨ مخ) کې نقل کړى دى.

 (خصايص نسائي: ١٤ مخ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب له حضرت سعد بن ابي وقاص څخه روايتوي، چې کله رسول الله د تبوک جګړې ته ته؛ نو علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ، چې خلکو وويل: علي ډارن دى؛ نو ځکه يې نه دى بوتلى. علي سملاسي رسول الله ته ولاړ او ورته يې وويل: په مدينه کې مې ځکه ښځو او ماشومانو ته پرېږدې، چې خلک داسې خبرې وکړي؟ رسول الله وويل: ((که داسې مې کړي؛ نو ددې لپاره وو، چې غوښتل مې ته مې په اهل کې ځايناسى يې او آيا خوښ نه يې، چې ته ما ته داسې وسې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.))

همدا روايت يې په ١٤ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى.

(خصايص نسائي: ١٧ مخ) په خپل سند له حرب بن مالک څخه روايت کړى، چې سعد بن مالک وويل: رسول الله پر جدعاء (د اوښ نوم) سپور شو او علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ؛ نو علي هم پرته له کوم ځنډه ځان د رسول الله اوښ ته ورورساوه او ورته يې وويل: ((رسول الله! قريش وايي: زه دې ځکه په مدينه کې پرېښووم، چې له خبرو مې کرکه کوئ)) او پر ژ ړا شو، چې رسول الله په خلکو کې په لوړ غږ وويل: ((خلکو مګر بېکاره ياست، چې داسې خبرې کوئ! علي! آيا خوښ نه يې، چې ما ته داسې وسې؛ لکه هاورن چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.)) حضرت علي وويل: رسول الله! ولې خوښ نه يم.

(خصايص نسائي: ١٩ مخ) په خپل سند له هاني بن هاني له حضرت علي روايت کړى، چې ويلي يې دي: چې کله له مکې راووتو؛ نو د حمزه لور چغې کړې: کاکا جانه! کاکاجانه! نو راوامې خسته او ورته مې وويل: راځه راسره سپره شه؛ نو دا مهال زيد او جعفر راسره پر شخړه شول، چې ما وويل: هغه ما ته راغلې او هغه زما د تره لور ده. جعفر وويل: زما د تره لور ده او پردې سربېره، ترور يې زما کورودانه هم ده. زيد وويل: هغه زما ورېره ده. شخړه رسول الله ته يووړل شوه، چې بيا يې د حضرت حمزه لور خپلې ترور ته ورکړه او و یې ويل: ((ترور د مور په څېر وي)) او بيا يې علي ته وويل: ته راته داسې يې؛ لکه موسى چې هارون ته و او زه له تا يم او جعفر ته يې وويل: ته په خلق او خوى کې زما په څېر يې او زيد ته يې وويل: ته زما زموږ رور او ملګرى يې.

په دې اړه يو بل روايت نسائي په ٣٢ مخ کې راوړى او همداراز سعد په طبقات (درېیم ټوک؛ لومړي قسم، ١٤ مخ) او د طبقات روايت ابونعيم په حلية کې (شپږم ټوک: ٣٠٧ مخ) په لنډه راخستى او خطيب بغدادي په خپل تاريخ کې (څلورم ټوک: ٣٨٢ مخ) او هيثمي په مجمع الزوايد کې (نهم ټوک: ١٠٩ مخ) او احمد حنبل د خپل مسند د درېیم ټوک په ٣٢ مخ کې راوړى دى.

همدې روايت ته ورته يو بل روايت ابن سعد (درېیم ټوک؛ لومړى قسم: ١٥ مخ) کې له براء بن عازب او زيد بن ارقم څخه راوړى، چې بيا همدا روايت هيثمي په مجمع کې (نهم ټوک: ١١١ مخ) په لږ اختلاف نقل کړى او هغه يې طبراني ته نسبت ورکړى دى او بيا ابو نعيم د حلية د کتاب د اووم ټوک په ١٩٥ مخ کې پر همدې مضمون يو روايت له سعد بن ابراهيم له عامر بن سعد او هغه هم له خپل پلار سعد څخه روايت کړى او بيا يې د هماغه ټوک په ١٩٦ مخ کې له سعيد بن مسيب له علي څخه نقل کړى، چې پکې حضرت علي وايي: الله تعالی دې و نه کړي، چې زه تر تاسې روسته ژو ندى پاتې شم او ستاسې ځايناستى شم، چې بيا يې رسول الله په ځواب کې وويل: ((آيا خوښ نه يې، چې ته ما ته داسې وسې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي؟))

دا روايت هم متقي په کنزالعمال کې (شپږم ټوک: ٤٠٤ مخ) او هم هيثمي په مجمع کې (نهم ټوک: ١١٠ مخ) له اوسط او طبراني څخه راخستى او هيثمي د سند رجال صحيح ګڼلي دي.

(د بغداد تاريخ: څلورم ټوک: ٧١ مخ) په خپل سند له مامون عباسي او هغه هم له خپل پلار هارون الرشيد له مهدي څخه روايت کړى: سفيان ثوري راغلى و، چې ورته مې وويل: د علي د فضايلو په اړه تر ټولو غوره حديث را ته ووايه. را ته يې وويل: سلمة بن کهيل له حجية بن عدى له علي روايت کړى، چې رسول الله را ته وويل: ((ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.))

دا روايت متقي په کنزالعمال (شپږم ټوک: ٤٠٢ مخ) کې له ابن النجار څخه نقل کړى او محب طبري هم په رياض النضره (دويم ټوک: ١٦٢ مخ) کې له حافظ سلفي څخه راخستى دى.

(د بغداد تاريخ: اووم ټوک: ٤٥٢ مخ) په خپل سند له عمر بن خطاب څخه روايت کړى، چې يو سړي علي ته سپکې سپورې کولې، چې ورته يې وويل: په آند مې چې منافق يې؛ ځکه د الله تعالی له استازي مې واورېدل: ((علي ما ته داسې دى؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته پېغمبر نه راځي.))

 دا روايت محب طبري هم په رياض النضره (دويم ټوک: ١٦٣ مخ کې له ابن السمان څخه راخستى دى.

(تاريخ ابن جرير طبري؛ دويم ټوک: ٣٦٨ مخ) په خپل سند له ابن اسحاق څخه د تبوک د کيسې د نقلولو په ترڅ کې وايي: همدا چې رسول الله د تبوک پر لور روان شو؛ نو عبدالله بن ابى او د اهل ريب منافقينو سرغړونې پيل کړې. عبدالله بن ابى د بني عوف او بني خزرج هم ژمنى، عبدالله بن نبيل د بني عمرو بن عوف هم ژ منى او رفاعة بن يزيد بن تابوت د بني قينقاع هم ژمنى و، چې د منافقينو مشران ول، چې تل به يې د اسلام پر خلاف دسيسې کولې (تر دې چې وايي) الله تعالی دا آيت د هغوى په اړه راولېږه: (لقد ابتغوا الفتنة من قبل و قلبوا لک الامور)؛ يعنې له ډېر وخت راهيسې په دې هڅه کې ول، چې ستا پر خلاف دسيسه وکړي او چارې ګډې وډې کړي، وايي:

 ابن اسحاق ويلي: رسول الله علي په مدينه کې پرېښود او ورته يې وويل: بايد په متخلفينو کې پاتې شې (تردې چې ورته يې وويل) منافقينو په علي بن ابيطالب پسې ډنډورې پيل کړې؛ ځکه يې علي په مدينه کې پرېښى، چې پر رسول الله يې خبرې بدې لګېدې، ځان يې ترې خلاص کړ او په مدينه کې يې پرېښود. دا خبرې، چې علي واورېدې؛ نو بې ځنډه يې خپله وسله راواخسته او ځان يې رسول الله ته ورساوه، و یې ويل: رسول الله! منافقين وايي: په مدينه کې دې ځکه پرېښى يم، چې دې بدې راځم او ځان راڅخه خلاص کړئ. رسول الله مبارک وويل: ((دروغ يې ويلي! ځکه مې په مدينه کې پرېښووې، چې په نه شتون کې مې ځايناستى شې او خپل اهل ته پاملرنه وکړې. آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې وسې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو له پېغمبرۍ پرته؟)) علي مدينې ته راستون شو او رسول الله ولاړ.

(اسدالغابه: ابن اثير، پينځم ټوک، اتم مخ) د نافع بن حارث بن کلده په ژباړه کې وايي: هغه له رسول الله څخه روايت کړى، چې علي ته يې وويل: ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و.

(کنزالعمال: درېیم ټوک: ١٥٤ مخ) په خپل سندله ابي ذر نه روايت کړى: پر هغه ړومبۍ ورځ، چې خلکو له حضرت عثمان (رض) سره بيعت کاوه؛ نو مهاجر او انصار په جومات کې راټول شوي ول. علي بن ابيطالب راغى، او خلکو ته يې ويل: د الله تعالی حمد او ثنا او پر محمد او آل يې درود، هغه تر ټولو حق خبره ده، چې هر ويونکى يې د وينا له مخې کوي او هر ناطق او قائل يې پر ژبه راوړي. (تر دې چې وايي) آيا خبر ياست، چې رسول الله راته وويل: ((ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و)) آيا کوم بل مخلوق له رسول الله سره داسې مقام لري؟ موږ به صبر وکړو، چې هغه چې کېدونکي دي، الله تعالی يې په خېر تېر کړي. (د کنز ليکوال) وايي: دا روايت ابن عساکر راوړى دى.

(کنزالعمال: پينځم ټوک، ٤٠ مخ) وايي: چې کله رسول الله خپل اصحاب سره ورونه کړل؛ نو علي وويل: زړه او ملا دواړه مې مات شول، چې کله مې وليدل چې خپل ټول اصحاب دې سره ورونه کړل او زه دې له چا سره رور نه کړم. رسول الله وويل: ((پر هغه الله تعالی قسم، چې زه يې خپل استازى کړى يم! ته مې ددې لپاره له نورو سره رور نه کړى، چې خپلې رورولۍ ته مې ساتلى وې، ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو له پېغمبرۍ پرته، ته زما رور او وارث يې.))

(متقي) وايي: علي پوښتنه وکړه؟ آيا ميراث دې رارسي؟

رسول الله: هغه چې له ما مخکې پېغمبرانو ميراث پرېښود. علي وپوښتل: له تا مخکې پېغمبرانو څه ارث پرېښي وو؟ رسول الله وويل: د الله تعالی کتاب او د پېغمبرانو سنت او ته او فاطمه په جنت کې له ماسره په يوه ماڼۍ کې ياست.

 (متقي) وايي: دا حديث احمد بن حنبل د ((مناقب آل علي)) په کتاب کې او ابن عساکر هم راوړى دى.

ليکوال: متقي د کنزالعمال په ٤٠ مخ کې مفصل او محب طبري په رياض النضره (لومړى ټوک: ١٣ مخ) کې مفصل راوړي او په پاى کې يې وايي: بيا رسول الله دا آيت ولوسته: (اخوانا على سرر متقابلين). حال دا، يو بل ته مخامخ او يو له بل سره مينه کوي، يو بل ته ګوري. (بيا متقي وايي): دا روايت بغوي او طبراني په معجم کې، باوردي په معرفت کې او ابن عدى راوړى دى او محب طبري ويلي: دا روايت حافظ ابوالقاسم دمشقي په ((اربعين طوال)) کې راوړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٤ مخ) داسې راوړي: ((آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې وسې؛ لکه هارون چې موسى ته و؟)) بيا وايي: دا حديث طبراني له مالک بن حويرث نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٤ مخ) وايي: علي! آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې وسې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ)) بيا وايي: دا حديث طبراني له اسماء بنت عميس څخه نقل کړى دى.

ليکوال: هيثمي په مجمع (نهم ټوک: ١٠٩ مخ) کې په لږ اختلاف له احمد او طبراني څخه نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٨٨ مخ) وايي: ((اى عقيله! پر الله تعالی چې د دوو ځانګړونو له امله مې خوښ يې؛ يو د خپلوۍ له کبله او بل داچې پر ابو طالب ګران وې؛ خو ته اى جعفره! په خلق او خوي کې زما په څېر يې؛ خو ته علي! ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ.))

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٥ مخ) له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې حضرت عمر بن خطاب وويل: په علي پسې له سپکو سپورو لاس واخلئ، چې زه ابوبکر، عبيده جراح او څو نور اصحاب (رضى الله عنهم) له رسول الله سره ناست وو، چې ما پخپله له رسول الله څخه د علي درې ځانګړنې واورېدې، چې که يوه يې هم زما وه؛ نو په ځمکه او اسمانونو کې تر هر څه را ته غوره وو او هغه داسې، چې رسول الله پر علي ډډه وهلې وه او بيا يې لاس د علي پر اوږه کېښود او ورته يې وويل: ((علي! تر پر ما په ايمان راوړو کې ړومبى يې)) او بيا يې وويل: ((ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ او دروغجن دى هغه چې راسره مينه او درسره دښمني کوي.)) (متقي) وايي: دا روايت حسن بن بدر په (ما رواه الخلفاء)، حاکم په (الکني)، شيرازي په (الالقاب) کې او ابن النجار راخستى دى.

ليکوال: متقي هم د کنزالعمال په ٣٩٥ مخ کې همدا روايت له بلې لارې په لږ اختلاف نقل کړى او په پاى کې يې نشته، چې وايي: (دروغجن دى هغه) بيا وايي: دا خبره د ابن النجار ده او همداراز محب طبري په رياض النضره(دويم ټوک: ١٦٣ او ١٧٥ مخ) کې راوړى او د هغوى په روايتونو کې هم (دروغجن دى هغه) خبره نه ده راغلې او بيا طبري دا خبره ابن السمان ته نسبت ورکړې ده

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٥مخ) له سعد څخه يې روايت کړى، چې و يې ويل: رسول الله د علي درې ځانګړنې بيان کړي، چې که يوه مې هم درلوده؛ نو په ځمکه او اسمانونو کې تر هر څه به را ته ښه وو: ((زه او ته داسې يو؛ لکه موسى او هارون؛ خو بې له پېغمبرۍ. سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې پر الله تعالی او استازي يې ګران دى او هغه هم پر الله تعالی او رسول يې ګران دى او هېڅکله له جګړې نه تښتي. د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) متقي وايي: دا روايت ابن جرير نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٥مخ) له عامر بن سعد څخه يې روايت کړى، چې و يې ويل: رسول الله د علي درې ځانګړنې بيان کړي، چې که يوه يې هم زما وه؛ نو په ځمکه او اسمانونو کې به تر هر څه را ته ښه وو. ړومبى داچې رسول الله ته وحې راغله او هغه هم علي، فاطمه، حسن او حسين تر خپل څادر لاندې کړل او و يې ويل: ((خدايه!دا زما اهلبيت دي)). دويم داچې په يوه جګړه کې يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ او علي وويل: رسول الله! ما ښځو او ماشومانو ته پرېږدئ! رسول الله وويل: ((آيا خوښ نه يې چې مقام دې ما ته موسى ته د هارون وي؛ خو له نبوت پرته؟)) درېیم داچې د خيبر د جګړې پر ورځ يې وويل: ((ډېر ژر به د د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې الله تعالی او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر الله تعالی او رسول يې ګران دى او الله تعالی به خيبر د هغه په لاس سوبه کړي)) ټول په تمه ول، چې رسول الله به بېرغ ورکوي؛ خو د الله تعالی رسول هيچا ته ور نه کړ او و يې پوښتل: علي چېرې دى؟ وويل شول: سترګې يې خوږېږي. و يې ويل: ورته غږ کړئ. ولاړل او علي ته يې غږ وکړ. چې علي راغى؛ نو پاک رسول خپلې توکاڼې د علي پر سترګو وموږلې او الله تعالی خيبر د علي په لاس فتح کړ. دا خبره په کنز کې د ابن النجار له خولې راغلې ده.

(کنزالعمال؛ اتم ټوک: ٢١٥ مخ) وايي: له يحيى بن عبدالله بن حسن او هغه هم له خپل پلار روايت کړى: علي خطبه ويله، چې يو سړى پاڅېد او و يې ويل: اميرالمؤمنينه! ما له اهل جماعت او فرقة خبر کړه، چې اهل جماعت څوک دي او اهل فرقت څوک دي؟ اهل سنت څوک دي او اهل بدعت څوک دي؟ امام علي وويل: اوس چې دې پوښتنه وکړه؛ نو غوږ شه او چې تر ما روسته دا پوښتنه له چا و نه کړ‌ې. تر دې چې وايي: د آفرين آفرين غږونه له هر لوري را پورته شول او ټولو ويل: الله تعالی دې ټول ستا په واسطه ښیون کړي. دا مهال ((عمار)) وويل: خلکو! پر الله تعالی که لاروي ترې وکړئ؛ نو پوټى به مو د پېغمبر له لارې کاږه نه کړي او څنګه به مو کاږه کړي، حال دا، د رسول الله وارث او وصي دى او هغه ته يې افضل الخطاب ورزده کړى؛ لکه څنګه چې موسى هارون ته ور زده کړى و او رسول الله مبارک وويل: ((ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.)) او دا هغه فضيلت دى، چې الله تعالی پرې خپل استازى پسوللى دى. (د حديث تر پايه)

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٠٩ مخ) وايي: له حضرت ام سلمې بي بي روايت دى، چې پاک نبي علي ته وويل: ((آيا خوښ نه يې چې مقام دې راسره موسى ته د هارون مقام وي؛ خو بې له پېغمبرۍ))

 (له ابويعلي او طبراني نقل شوى دى) او همداراز د نهم ټوک په ١٠٩ مخ کې وايي: له حضرت ابن عباس څخه روايت دى، چې رسول الله علي ته وويل: ((آيا خوښ نه يې، چې راسره دې مقام موسى ته د هارون مقام وي؛ خو له پېغمبرۍ پرته؟)) (له بزار او طبراني نقل شوى دى) او همداراز د نهم ټوک په ١٠ مخ کې وايي: له ابن عمر څخه روايت دى، چې رسول الله علي ته وويل: ((آيا خوښ نه يې چې مقام دې راسره موسى ته د هارون مقام وي؛ خو بې له پېغمبرۍ؟)) (له کبير او اوسط طبراني څخه نقل شوى دى) او همداراز د نهم ټوک په ١٠٩ مخ کې وايي: له حضرت ابي سعيد خدري روايت دى، چې د د تبوک په جګړه کې رسول الله علي ته وويل: په خپل اهل کې مې خليفه کړې. علي وويل: رسول الله! وېره مې د عربو له خبرو ده، چې وايي به خپل د تره زوى يې په جګړه کې ځان ته پرېښود او په ښار کې پاتې شو. رسول الله وويل: ((آيا خوښ نه يې چې مقام دې راسره موسى ته د هارون مقام وي؛ خو بې له پېغمبرۍ؟)) (له بزار نقل شوى دى).

 او همداراز د نهم ټوک په ١١٠ مخ کې وايي: رسول الله علي ته وويل: ((آيا خوښ نه يې چې مقام دې راسره موسى ته د هارون مقام وي؛ خو له پېغمبرۍ پرته؟)) (له طبراني نقل شوى دى)

 ا وهمداراز د نهم ټوک په ١١١ مخ کې وايي: له حضرت ابن عباس څخه روايت دى، چې رسول الله ام سلمې بي بي ته وويل: ((د علي غوښه زما غوښه، وينه يې زما وينه او ما ته داسې دى؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي. (له طبراني نقل شوى دى)

ليکوال: دا روايت متقي په کنزالعمال (شپږم ټوک: ١٥٤مخ) کې راوړى او پکې راغلي: ام سليم! د علي غوښه زما غوښه ده.

او همداراز د نهم ټوک په ١١١ مخ کې وايي: له حضرت ابن عباس څخه روايت دى، چې هغه مهال چې د الله تعالی رسول خپل اصحاب سره ورونه کړل او علي يې له چا سره رور نه کړ؛ نو علي په ګيله شو او ووت او له ښاره بهر يې پر څنګله سر کېښود، چې ويده شي، چې رسول الله وويل: ((پاڅه چې له ((ابا تراب)) پرته به ښه کنيه يوه هم درته نه وي. آيا زړه ته دې ګيله راغلې، چې اصحاب مې سره ورونه کړل او ته مې له چا سره رور نه کړې؟ آيا خوښ نه يې چې مقام دې راسره موسى ته د هارون مقام وي؛ خو بې له پېغمبرۍ؟ او پوه شه، چې چا درسره مينه وکړه؛ نو ايمان يې بشپړ دى او چا چې درسره دښمني وکړه؛ نو د جاهليت پر مرګ به مړ وي. (له کبير او اوسط طبراني څخه نقل شوى دى.

ليکوال: دا روايت متقي هم په کنزالعمال (شپږم ټوک: ١٤٥ مخ) کې راوړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٢ مخ) وايي: او له هغه _؛ يعنې له سعد _ روايت شوى چې و یې ويل: چې کله د الله تعالی رسول جرف نومې سيمې ته ورسېد؛ نو خلکو د علي په اړه پېغور ورکړ، چې علي يې ځکه نه دى راوړستى، چې بد پرې لګېده؛ نو علي هم ځان پر وسله سمبال کړ او ځان يې جرف ته ورساوه او رسول الله ته يې وويل: رسول الله! ما تر اوسه په يوه جګړه کې هم له تاسې سرغړونه نه ده کړې او اوس منافقين وايي: ځکه دې په مدينه کې پرېښى يم، چې له ما تنګ شوي ياست. رسول الله مبارک وويل: ((دروغ يې ويلي! ځکه مې په ښار کې پرېښووې، چې د پاتې شويو مشر شې. ستون شه! او زما د اهل مشري وکړه. آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته موسى ته د هارون وي؛ خو بې له پېغمبرۍ؟)) (له ابن اسحاق څخه نقل شوى دى) او حافظ دمشقي په معجم کې نقل مانا کړى. (ليکوال) البته د لومړي ټوک په ١٥٦ مخ کې يې هم راوړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٤ مخ) وايي: له حضرت اسماء بنت عميس څخه روايت دى، چې حضرت جبراييل راغى او و يې ويل: محمده! الله تعالی دې درباندې سلام وايي او وايي: ((د علي مقام تا ته موسى ته د هارون مقام دى؛ خو تر تا روسته بل پېغمبر نشته.)) (له امام علي بن موسى له څخه نقل شوى دى).

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٥ مخ) وايي: له ابي حازم څخه روايت دى، چې و يې ويل: يو سړى معاويه ته راغى او له هغه يې د يوې مسئلې پوښتنه وکړه، چې معاويه وويل: ولاړ شه، علي وپوښته چې تر ما پرې ښه پوهېږي. سړي وويل: ستا ځواب مې تر علي ډير خوښ دى. معاويه وويل: ډېره بده خبره دې وکړه! له هغه کرکه کوې، چې رسول الله په خپله پوهه ورزده کړې وه او ورته يې ويلي وو: ((ستا مقام ما ته داسې دى؛ لکه د موسى چې هارون ته و؛ خو تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي او عمر به هم چې کله په کومه مسئله کې پاتې راغى؛ نو له علي به يې مرسته غوښته. (د احمد له مناقب څخه نقل شوى دى)

(ذخاير العقبى: ١٢٠ مخ) وايي: له حضرت اسماء بنت عميس څخه روايت دى، چې کله د فاطمې بي بي زوى حسن وزېږېد؛ نو د الله تعالی رسول راغى او و يې ويل: اسماء زوى مې راوله او ما هم حسن چې په ژېړ روڼي کې تاو و، راوست؛ نو رسول الله ترې روڼى لرې کړ، و يې ويل: درته مې نه وو ويلي، چې ماشوم په ژېړ روڼي کې مه تاووئ؟ بيا ما حسن په سپين روڼي کې تاو کړ، رسول الله راڅخه واخست او په ښي غوږ کې يې ورته اذان او په کيڼ غوږ کې يې ورته اقامه وويله او بيا يې علي ته وويل: زما پر زورى دې څه نوم ايښى؟ علي وويل: زه به په دې کار کې له تاسې مخکې نه شم. رسول الله وويل: زه هم په دې کار کې له خدايه نه مخکې کېږم، چې دا مهال جبراييل نازل شو او و یې ويل: محمده! پالونکي دې درباندې سلام وايي او درته وايي: علي تا ته داسې دى؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو تر تا روسته بل پېغمبر نه راځي؛ زما استازيه! ته هم پر خپلو زامنو د هارون د زامنو نومونه کېږده. رسول الله وويل: د هارون د زامنو نومونه څه ول؟ و يې ويل: شبر. رسول الله وويل: زما ژبه خو عربي ده. جبراييل وويل: نوم پرې حسن کېږده او رسول الله هم داسې وکړل. يو کال روسته حسين وزيږېد، چې رسول الله راغى او د حسن د زوکړې د ورځ په څېر خبرې شوې، چې بيا جبراييل راغى او و یې ويل: پر هغه د هارون د زوى نوم کېږده او بيا هم رسول الله ورته هماغه خبره وکړه. جبراييل وويل: حسين پرې کېږده. (له امام علي بن موسى څخه نقل)

د رسول الله (ص) رور

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٢٩٩ مخ) په خپل سند له ابن عمر څخه روايت کړى، چې رسول الله خپل اصحاب سره ورونه کړل. علي په ژړا رسول الله ته راغى او ورته يې وويل: رسول الله! ټول اصحاب دې سره ورونه کړل؛ خو زه دې له چا سره رور نه کړم؟ رسول الله وويل: ((ته په دنيا او اخرت کې زما رور يې.))

 همدا روايت زيد بن اوفي هم نقل کړى دى.

ليکوال: دا روايت حاکم (درېیم ټوک: ١٤ مخ) او مناوي په کنوز الحقايق کې په لنډه راوړى دى او عبارت يې دادى: ((علي په دنيا او اخرت کې زما رور دى.))

(صحيح ابن ماجه: دولسم مخ) په خپل سند له عباد بن عبدالله له حضرت علي روايت کړى، چې ويلي يې دي: ((زه د رسول الله رور او صديق اکبر يم او که چا هم تر ما روسته داسې وويل؛ نو دروغجن به وي؛ ما اوه کاله مخکې تر ټولو لمونځ کړى و.))

ليکوال: دا روايت حاکم په مستدرک الصحيحين (درېیم ټوک: ١١١ مخ)، ابن جرير طبري په خپل تاريخ (دويم ټوک: ٥٦ مخ)، نسائي په خصايص (٣ او ١٨ مخونو) او متقي په کنزالعمال (شپږم ټوک: ٣٩٤ مخ) راو ړى او ويلي يې دي: دا روايت ابن شيبه او نسائئ په خصايص، ابن ابي عاصم په السنه او عقيلي، حاکم، ابونعيم په المعرفه کې نقل کړى او متقي هم په کنزالعمال کې نقل کړى دى او په پاى کې يې ويلي: ((له دروغجن پرته به تر ما روسته هېڅ څوک دا خبره نه کوي.)) او يو سړي، چې دا خبره کړې وه؛ بيا لېونى شو (له عدني څخه نقل) محب طبري په رياض النضره (دويم ټوک: ١٥٥ مخ) له قلعي روايت کړى دى.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٤ مخ) په خپل سند له ابن عمر څخه روايت کړى، چې رسول الله مبارک خپل اصحاب سره ورونه کړل؛ عمر يې له ابوبکر، طلحه له زبېر، او عثمان بن عفان يې له عبدالرحمن بن عوف (رضى الله عنهم) سره رور کړل، چې دا مهال علي وويل: رسول الله! خپل ټول اصحاب دې سره روڼه کړل؛ زما رور څوک دى؟ رسول الله وويل: ((علي! آيا خوښ نه يې، چې زه دې رور شم؟)) ابن عمر وايي: علي تکړه او مېړنى و او و يې ويل: ولې خوشحاله نه يم اى د الله تعالی رسوله! رسول الله وويل: ((ته په دنيا او اخرت کې زما رور يې.))

ليکوال: دا روايت محب طبري په رياض النضره (دويم ټوک، ١٦٧ مخ) کې راوړى او يلي يې دي، چې له قلعي يې نقل کړى دى.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، 126 مخ) په خپل سند له حضرت ابن عباس راخستي دي: د رسول الله په ژوندون علي وويل: ستر واکمن وايي: (افان مات انقلبتم على اعقابکم_؛ يعنې که آيا هغه مړ او يا ووژل شي؛ نو بېرته به ستانه شئ) پر الله تعالی قسم، چې روسته به ستانه نه شو، سره له دې، چې الله تعالی موږ ته هدایت/ ښیون کړى؛ خو که هغه مبارک مړ او يا ووژل شي؛ نو پر هماغه لار به وينه تو یې کړو، چې هغه تو یې کړې، چې موږ هم ومرو او پر الله تعالی قسم، چې زه د رسول الله رور، ولي، د تره زوى او د هغه د پوهې وارث يم او څوک به تر ما وړ وي.

ليکوال: دا روايت نسائي په خصايص (١٨ مخ)، محب طبري په رياض النضره (دويم ټوک: ٢٢٦ مخ) کې نقل کړى او ويلي يې دي، چې دا روايت احمد هم په مناقب کې، هيثمي په مجمع (نهم ټوک: ١٣٤ مخ) کې نقل کړى او ويلي يې دي: طبراني نقل کړى او ټول رجال يې صحيح دي.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٥٩ مخ) په خپل سند له حضرت اسماء بنت عميس نه راخستي، چې وايي: زه د فاطمې بي بي د واده پر شپه له بي بي کره وم او همداچې سهار شو؛ نو رسول الله د وره مخې ته راغى او يې ويل: ام ايمن! علي ته غږ کړه، چې راشي. ام ايمن وويل: رسول الله! سره له دې، چې علي مو رور دى؛ نو بيا مو هم ورته خپل لور ورکړه؟ رسول الله راته وويل: هو! دا مهال علي راغى او رسول الله ورته پر مخ اوبه پخنک کړې او دعا يې ورته وکړه او بيا يې وويل: فاطمې ته غږ کړه، چې راشي! فاطمې له شرمه سم ګام نه شو اخستى او پښه يې خو یېده. رسول الله وويل: ((ورو ګام اخله، چې ته مې په اهلبيتو کې تر ټولو راباندې ګران ته واده کړې يې.))

ليکوال: ابن سعد هم په طبقات کې د علي او فاطمې د واده په باب نقل کړى، چې پکې راغلي، چې رسول الله ور وواهه او ام ايمن ورته ور خلاص کړ، چې د الله تعالی رسول وپوښتل: ((رور مې چېرې دى))؟ ام ايمن وويل: څنګه دې رور دى، چې خپله لور دې هم ورکړې ده؟ رسول الله وويل: ((هو هغه زما رور دى.)) تر دې چې وايي: ((فاطمې! ستا حق مې ښه پر ځاى کړى؛ ځکه ته مې په اهلبيتو کې تر ټولو راباندې ګران ته واده کړې يې.)) او بيا يې همدا روايت په ١٥ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى.

 (متقي؛ کنزالعمال: اووم ټوک، ١١٣ مخ) د همدې کيسې روايت نقل کړى، چې پکې راغلي: رسول الله راغى او و يې ويل: ((رور مې دلته دى؟)) ام ايمن وويل: رور دې؟ په رښتيا دې رور دى؟ هغه دې څنګه رور دى، چې خپله لور دې ورکړې ده. رسول الله وويل: ((هو هغه مې رور دى.))

(هيثمي؛ مجمع الزوايد: نهم ټوک، ٢٠٥) همدا کيسه يې نقل کړې، چې پکې راغلي دي: رسول الله وپوښتل: رور مې دلته دى؟

ام ايمن وويل: رور دې؟ سره له دې، چې خپله لور دې ورکړې؟ هيثمي وايي: دا روايت طبراني هم نقل کړى او د هماغه کتاب په ٢٠٩ مخ کې يې يو بل روايت هم نقل کړى، چې د الله تعالی رسول راغى او و یې پوښتل: رور مې دلته دى؟ ام ايمن _ چې د اسامة بن زيد مور او حبشي او صالحه ښځه وه_ وويل: رسول الله! دا ستا رور دى، سره له دې، چې خپله لور دې هم ورکړې ده؟ پخوا رسول الله خپل اصحاب سره دوه په دوه ورونه کړي ول او علي يې خپل رور کړى و؛ نو رسول الله وويل: ((هو! داسې هم کېداى شي)) او په ٢١٠ مخ کې يې درېیم حديث راوړى، چې پکې راغلي: بيا يې وويل: ام ايمن رور ته مې غږ کړه، چې راشي. ام ايمن وپوښتل: هغه دې رور دى او بيا دې هم لور ورکړې ده؟.

نسائي هم د خصايص په ٣٢ مخ کې په همدې اړه يو حديث راوړى، چې پکې راغلي: رسول الله په وره کې و او و يې پوښتل: رور مې دلته دى؟ رور دې هم دى او لور دې هم ورکړې؟ رسول الله: هو! داسې هم کېداى شي.

(دامام احمد بن حنبل مسند: لومړى ټوک، ١٥٩ مخ) په خپل سند له ربيعة ابن ناجذ له روايت کړى، چې علي وويل: رسول الله د عبدالمطلب ټول ټبر راټول کړ او داسې کسان هم پکې ول، چې ځان ته به يې يو چېلى خوړ او درې منه اوبه به يې څښکلې او بيا وايي: رسول الله د يو کيلو هومره خواړه چمتو کړي ول؛ ټولو وخوړه او ټول ماړه هم شول؛ خو بيا هم خواړه پاتې وو، ګواکې بېخي چا ترې خوړلي نه وي او بيا يې وويل: د عبدالمطلب زامنو! مبعوث شوى يم، په تېره تاسې ته او بيا په ټولو خلکو ته او تاسې پر دې معجزه پوه شوئ؛ نو اوس په تاسې کې څوک دى، چې بيعت راسره وکړي، چې هغه خپل رور او وصي کړم؟ علي وايي: بې له ما څوک اوچت نه شو _حال دا، تر ټولو کوچنى وم _ رسول الله وويل: کېنه! او دا خبره يې را ته درې ځل وکړه او درې واڼه ځلې زه اوچت شوم او هغه به راتله ويل: کېنه!

او په درېیم ځل يې زما لاس په خپل لاس کې ونيو او ما ورسره بيعت وکړ.

 ليکوال: دا روايت هيثمي هم په مجمع (اتم ټوک: ٣٠٢ مخ) راوړى او ويلي يې دي، چې ټول رجال يې ډاډمن دي او همداراز ابن جرير طبري هم د خپل تاريخ د دويم ټوک په ٦٣ مخ کې راوړى او د هغه په نقل کې رسول الله وايي: ((چې زما رور، وصي او وارث شي)) او محب طبري هم په رياض النضره (دويم ټوک: ١٦٧ مخ) کې رواړى او يلي يې دي، چې دا روايت احمد په مناقب او نسائئ د خصايص په ١٨ مخ کې راوړى او په روستي نقل کې يې راوړي، چې رسول الله وويل: ((په تاسې کې څوک راسره بيعت کوي، چې زما رور، وصي او وارث شي؟)) (تر دې چې علي وايي: ))؛ نو ځکه زه د خپل د تره زوى وارث شوم او تره مې د هغه وارث نه شو.

 متقي هم په کنزالعمال (شپږم ټوک: ٤٠٨ مخ) کې راوړي او ويلي يې دي: احمد بن حنبل، ابن جرير او ضياء مقدسي نقل کړى او همداراز د هماغه ټوک په ٤٠١ مخ کې يې راوړي: ((څوک دى، چې بيعت راسره وکړي، چې زما رور او تر ما روسته زما وصي شي؟ بيا مې خپل لاس مخکې کړ او ورته مې وويل: زه درسره بيعت کوم.)) او بيا وايي: دا روايت ابن مردويه هم نقل کړى دى.

(د امام احمد بن حنبل مسند: لومړى ټوک، ٢٣٠ مخ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى: چې کله رسول الله له مکې ووت؛ نو علي د حضرت حمزه لور له ځان سره له مکې بوتله، چې بيا په دې اړه جعفر او زيد رسول الله ته ګيله وکړه. علي وويل: هغه زما د تره لور ده او له مکې څخه مدينې ته راوستې ده. جعفر وويل: زما د تره لور هم ده او ترور يې زما کورودانه ده. زيد وويل: هغه زما ورېره ده _ زيد او حمزه د رسول الله په حکم ورونه شوي وو _ رسول الله زيد ته وويل: ته زما او د هغې مولا يې. علي ته يې وويل: ته زما رور او وصي يې او جعفر ته يې وويل: ته په خلق او خوى کې زما په څېر يې او بيا يې د حمزه لور له جعفر سره ولېږله، و يې ويل: بايد له خپلې ترور سره وي.

ليکوال: دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩١ مخ کې په لنډه له ابن النجار څخه راخستى دى.

(طبقات ابن سعد؛ اتم ټوک، ١١٤ مخ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې و يې ويل: عمارة بنت حمزه بن عبدالمطلب چې مور يې سلمى بنت عميس وه، په مکه کې وه؛ نو چې کله رسول الله مدينې ته راغى؛ نو علي يې په اړه رسول الله سره خبرې وکړې؛ چې د حمزه پلار مړې لور بايد په منافقينو کې پاتې نشي رسول الله هم هغه د عمارة له کډن کولو منع کړ او بيا علي هغه له مکې راوايسته. زيد بن حارثه _ چې د حمزه وصي و او رسول الله له حمزه سره رور کړى و _ ادعا وکړه، چې زه تر ټولو وړ يم، چې د حمزه د لور پالنه وکړم؛ ځکه زما ورېره ده او دا خبره چې جعفر بن ابيطالب واورېده؛ نو و يې ويل: ترور هم د مور په څېر وي او زه د حمزه د لور پالنې ته وړ يم؛ ځکه ترور يې اسماء بنت عميس زما کورودانه ده. علي وويل: تمه مې نه درلوده، چې زما د تره د لور په پالنه کې راسره شخړه وکړئ او بله داچې هغه خو ما له مکې راايستې ده. رسول الله وويل: زه به په تاسې کې حکم وکړم. زيده! ته د هغې او زموږ مولا يې. علي! ته زما رور او وصي يې. جعفره! ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې او داچې د عمارة ترور تا ته ناسته ده؛ نو د ترور په شتون کې يې نور څوک نشي بوتللى؛ نو عمارة يې ته له ځان سره بوځه.

ليکوال: دا روايت متقي د کنزالعمال د درېیم ټوک په ١٢٤ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: له ابن عساکر يې راخستى دى.

(ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، لومړى قسم، ١٣ مخ) په خپل سند له محمد بن عمر بن علي بن ابيطالب څخه روايت کړى: چې کله د الله تعالی استازى راغى؛ نو ځينې مهاجر يې له مهاجرو او ځينې يې له انصارو سره ورونه کړل او دا خبره د بدر تر جګړې مخکې وشوه، چې په حقوقو کې مساوات وساتل شي او علي يې هم خپل رور کړ.

ليکوال: ابن سعد په ١٤ مخ کې يو بل حديث راخستى او د محمد بن عمر بن علي له خولې يې راوړي، چې کله د الله تعالی رسول خپل اصحاب سره ورونه کړل؛ نو لاس يې د علي پر اوږه کېښود او بيا يې وويل: ((ته زما رور او ميراث مې دررسي او ستا ما ته رارسي))؛ خو چې کله د ارث آيت راغى؛ نو دا ډول ارث له منځه ولاړ.

سيوطي په درالمنثور کې د انفال د سورت (ان الذين آمنوا و هاجرو و جاهدو باموالهم و انفسهم فى سبېل الله) دآيت تر تفسير لاندې ويلي: ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې رسول الله مسلمانان سره روڼه کړل؛ حمزه بن عبدالمطلب يې له زيد بن حارثه، بن عمر بن خطاب او معاذ بن عفراء، زبير بن عوام او عبدالله بن مسعود، ابوبکر او طلحة عبيدالله او عبدالرحمان بن عوف او سعد بن ربيع (رضى الله عنهم) يې سره ورونه کړل او نورو اصحابو ته يې وويل: تاسې هم دوه په دوه سره ورونه شئ او دا_؛ يعنې علي بن ابيطالب _ هم زما رور دى.

سيوطي په درالمنثور کې د (رب شرح لى صدري و يسرلى امرى) د آيت تر تفسير لاندې ليکلي: چې کله د (و اجعل لى وزيراً من اهلى هارون اخى اشدد به ازرى) آيت راغى؛ نو د الله تعالی استازى پر يوې غونډۍ و او و يې ويل: ((پالونکيه! رور مې علي هم زما ملا تړ کړه)) او الله تعالی يې هم دعا ومنله.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٤ مخ) وايي: د علي وينا ده: رسول الله عمر او ابوبکر، حمزه او زيد، عبدالله بن مسعود او زبير بن عوام او عبدالرحمان بن عوف او سعد بن مالک (رضى الله عنهم) او زما او خپله رورولي يې کړه. (په خلعيات کې له خلعي او بيهقي، عقيلي او سعد بن منصور راغلى دى)

ليکوال: دا روايت محب طبري په رياض النضره (لومړى ټوک، ١٧ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي: دا روايت خلعي نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٠ مخ) وايي: له ابي رافع له ابي ثمامه روايت دى، چې و يې ويل: چې کله رسول الله اصحاب سره ورونه کړل؛ نو علي يې خپل رور کړ (ابن عساکر) البته هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک، ١١٢ مخ) کې له ابي امامه نقل کړي او ويلي يې دي: دا روايت طبراني هم نقل کړى او مناوي هم د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٥ مخ کې د طبراني له اوسط او ديلمي نقل کړى دى.

(کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٥٥ مخ) وايي: له زافر مردي له حارث بن محمد له ابي طفيل له عامر بن واثله روايت دى، چې ويلي يې دي: د شورا پر ورځ په وره کې ولاړ وم، چې شور زوږ شو او وا مې ورېدل، چې علي وويل: خلکو له ابوبکر سره بيعت وکړ او پر الله تعالی قسم، چې زه ترې وړ وم؛ خو څه مې و نه ويل او اطاعت مې يې وکړ؛ ځکه د خلکو له ستنېدو مې وېره درلوده او بيا خلکو تر ابوبکر روسته له عمر سره بيعت وکړ او بيا مې هم څه و نه ويل؛ ځکه د خلکو له ستنېدو او کورنۍ جګړې وېرېدم او تردې روسته غواړئ له عثمان بن عفان سره بيعت وکړئ؛ خو بيا به هم څه و نه وايم او لاروي به وکړم؛ که څه په دې پينځه کې يې شپږم شمېرلى يم او په هېڅ فضيلت او وړتيا راته نه دي قايل او دا پينځه هم زما لپاره هېڅ په ډول فضيلت قايل نه دي او موږ ټول په حکومت کې سره برابر يو؛ خو پر الله تعالی قسم که غوښتل مې چې خبره وکړم او ځان معرفي کړم او خپل فضايل وشمېرم؛ نو نه به يې عرب، نه عجم، نه مشرکين او نه به يې کتابيان رد کړاى شي او بيا يې وويل: پر الله تعالی مو قسم، چې په ناستو کې بې له ما بل د رسول الله رور شته؟ وويل شول: نه!.

(کنزاالعمال: درېیم ټوک، ١٥٤ مخ) په خپل سند له ابي ذر څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: چې کله د عثمان د بيعت ړومبۍ ورځ شوه؛ نو مهاجر او انصار په جومات کې راټول شول او علي بن ابيطالب هم راغى او په خطبه کې يې د الله تعالی تر ستاينې او پر رسول الله تر درود روسته وويل: پر الله تعالی مو قسم آيا خبر ياست، چې رسول الله وويل: _چې کله يې زه اووم اسمان ته بوتلم _زه يې د رڼا درجې ته پورته کړم او د نور له حجابونو يې تېر کړم او بيا هلته سبحان پالونکي خپل استازي ته وحې وکړه او په راتګ کې يې د پردې تر شا يو غږ واورېد: محمده! څومره ښه و ستا پلار ابراهيم او څومره ښه دې رور دى علي؟ نو مهاجرو او انصارو! پر دې مانا پوهېږئ که نه؟ عبدالرحمان بن عوف په ډله کې وويل: هو دا خبره مې پردې دوو غوږونو له رسول الله اورېدلې که نه مې وي اورېدلې؛ نو کاڼه دې شي.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٢٢ مخ) وايي: د قيامت پر ورځ به له عرشه غږ شي: محمده! څومره ښه و پلار دې ابراهيم او څومره ښه و رور دې علي. (رافعي له علي څخه نقل کړى)

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٦١مخ) وايي: چې کله يې اووم اسمان ته بوتلم؛ نو جبراييل راته وويل: محمده مخکې ولاړ شه، چې داسې کرامت لا د يوې پرښتې او پېغمبر هم نه دى په برخه شوى؛ نو الله تعالی مې راته وحې وکړه . د راستنېدو په تکل کې وم، چې له حجابونو هخوا راباندې غږ وشو: څومره ښه پلار دى ستا ابراهيم او څومره ښه دى ستا رور علي؛ نو په هکله يې ښه سپارښتنې وکړه (د حديث تر پايه) دا روايت يې په ٤٢٣ مخ کې هم راوړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٥ مخ) وايي: له جابر څخه روايت دى، چې وا مې ورېدل، چې علي لاندې شعرونه پاک نبي ته وايي:

انا اخوا المصطفى لا شک فى نسبى معه ربيت و سبطاه هما ولدى

جدى و جد رسول الله منفرد      و فاطم زوجتى لا قول ذى فند

صدقته و جميع الناس فى بهم    من الضلالة و الاشراک و الکند

فالحمد لله شکرا لا شريک له     البر بالعبد و الباقى بلا امد

يعنې زه د مصطفى رور يم او زما په نسب کې څوک شک نه لري له هغه سره روزل شوى يم او دوه سبطه يې زما زامن دي، زما او د رسول الله نيکونه يو دي، فاطمه مې کورودانه ده او دا بې ځايه خبره نه ده، ما هغه په داسې وخت کې تصديق کړ، چې ټول خلک په تياره او شرک ککړ وو؛ نو د شکر لپاره د الله تعالی ستاينه کوم، هغه الله تعالی چې شريک نه لري او پر خپلو بندګانو احسان کوي او بې له هغه نور هېڅ څوک پاتې شوني نه دي.

رسول الله موسکې شو او و يې ويل: ((سمه دې وکړه علي)) (له ابن عساکر څخه نقل شوې وينا ده)

(کنزالعمال: درېیم ټوک، ٦١ مخ) وايي: له ابن عمر څخه راويت دى چې وايي: په حجة الوداع کې رسول الله پر اوښ سپور و او د علي پر اوږه يې لاس کېښود او وا مې ورېدل، چې داسې يې وويل: خدايه! ته يې مل شې، ما خلکو ته ورسول؛ دا زما رور، د تره زوى، زوم او زما د زامنو پلار دى؛ نو خدايه! دښمنان يې د اور په لمبو کې وسوځوې. (له ابن نجار څخه نقل شوى دى)

ليکوال: دا روايت يې د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې هم راوړى دى، چې پکې راغلي دي: ((خدايه! شاهد وسه، ما خلکو ته ورسول.)) دا روايت شيرازي (د القاب په کتاب کې) او ابن النجار له ابن عمر څڅه روايت کړى او لرې هم نه ده، چې د (اشدد: مل يې شه) ټکى، چې په ړومبي روايت کې و، د هماغه (اشهد: شاهد وسه) تصحيف او سم شوى وي، چې په دويم روايت کې راغلى او په مطبعه کې غلط چاپ شوى وي.

 (رياض النضره: لومړى ټوک، ١٣ مخ) د زيد بن ابي اوفي وينا راخستې، چې وايي: رسول الله مبارک په جومات کې ناست و، چې زه هم راغلم او وا مې ورېدل، چې وايي: پلانى د پلاني زوى چېرې دى؟ او بيا يې خپل يو يار ته اشاره وکړه، چې ولاړ شه او را پېدا يې کړه او ټول هغه چې په غونډه کې نه وو، يو يو يې را يېدا کړ او چې راټول شول؛ نو رسول الله د الله تعالی ستاينه وکړه او بيا يې وويل: غواړم يو حديث درته ووايم، ټول غوږ شئ، ياد يې کړئ او راتلونکيو ته يې هم ووياست: الله تعالی په خپلو مخلوقاتو کې ځينې غوره کړل او بيا وويل: ((الله يصطفى من الملائکة رسلا)) او په خلکو کې يې هم ځينې غوره کړل، چې جنتيان يې کړي او زه به هم په تاسې کې هغه چې راباندې ګران دى، غوره کړم او نور ټول به سره دوه په دوه ورونه کړم؛ لکه څنګه چې الله تعالی پرښـتې دوه په دوه سره ورونه کړي دي (بيا د مواخات کيسه کوي تر دې چې وايي ) علي وويل: زړه او ملا مې ماته شوه، چې کله مې وليدل، چې ټول اصحاب دې سره ورونه او زه دې له چاسره رور نه کړم؛ نو که له ما خپه يې؛ نو څومره غوسه چې دې خوښه وي، راباندې يې وکړه. پاک نبي وويل: پر هغه الله تعالی قسم، چې زه يې مبعوث کړى يم؛ ځکه مې له چا سره رور نه کړې، چې خپل رور دې کړم؛ ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ او ته زما رور او وارث يې. علي وپوښتل: رسول الله! ايا ميراث دې رارسي؟ رسول الله: هماغه ميراث، چې تر ما مخکې پېغمبرانو پرېښى و. علي بيا پوښتنه وکړه: تر تا مخکې پېغمبرانو څه په ميراث کې پرېښي ول؟ پاک نبي وويل: د الله تعالی کتاب او خپل سنت او ته او لور به مې په جنت له ماسره په يوه ماڼۍ کې ياست او بيا يې دا آيت ووايه : (اخواناً علا سرر متقابلين) او و يې ويل: د الله تعالی په لار کې يو له بل سره مينه کوي او يو بل ته ګوري. (د اربعين طوال په کتاب کې له حافظ ابوالقاسم دمشقي څخه روايت شوى دى) امام احمد حنبل هم د مناقب آل علي په کتاب کې د مواخات د حديث مانا په لنډه نقل کړې ده.

ليکوال: دا روايت متقي هم (کنزالعمال: پينځم ټوک، ٤٠ مخ) راخستې او وايي: بغوي او طبراني په معجم او باوردي د الموقت په کتاب او ابن عدى نقل کړى او سيوطي هم په درالمنثور د ((الله يصطفى من الملائکة رسلا)) د آيت تر تفسير لاندې او د حج د سورت په پاى کې يې تر نقلولو روسته ويلي: ابن عساکر او ابن قانع نقل کړى دى.

 دا روايت متقي (کنزالعمال: پينځم ټوک، ٤٠ مخ) په لنډه راخستى او وايي: احمد بن حنبل د مناقب آل علي په کتاب کې، ابن عساکر او محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٩ مخ کې د دويم ځل لپاره په لنډه راخستى او ويلي يې دي: له زيد ابن اوفي روايت دى، چې ويلي يې دي: د الله تعالی رسول علي ته وويل: ته او فاطمه به راسره په جنت کې په يوه ماڼۍ کې وسئ، ته مې رور او ملګرى يې او بيا يې ((اخواناً على سرر متقابلين)) ووايه. (نقل له مناقب احمد)

(رياض النضره: لومړى ټوک، ١٥ مخ) وايي: ابن اسحاق د اصحابو تر منځ د رورلۍ خبره داسې کړې ده: رسول الله _ هغسې چې موږ ته رارسېدلي دي _ وويل: دوه په دوه سره ورونه شئ او بيا يې د علي لاس ونيو او و يې ويل: ((دا زما رور دى)) او رسول الله او علي سره ورونه شول او جعفر بن ابيطالب او معاذبن جبل (رض) (د بني سلمه هم ژمنې) او همداراز نور ټول اصحاب سره دوه په دوه ورونه شول.

(رياض النضره: لومړى ټوک، ١٧ مخ) وايي: ابوعمرو بن عبدالبر وايي: پاک نبي ړومبى مهاجر او بيا انصار سره ورونه کړل او دوه دوه يې چې ورونه کول، علي ته يې ويل: ((ته په دنيا او اخرت کې زما رور يې)) او علي يې له ځان سره رور کاوه.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٨ مخ) وايي: له عمرو بن عبدالله له پلار او له نيکه يې روايت دى، چې د الله تعالی رسول ټول خلک سره ورونه کړل او علي يې له چا سره رور نه کړ او تر پايه بې وروه پاتې شو؛ نو دا مهال علي رسول الله مبارک ته وويل: ټول دې سره ورونه کړل او زه دې بې روره پرېښـووم! رسول الله وويل: خبر يې چې ولې؟؛ ځکه ته مې خپلې رورولۍ ته پرېښى يې؛ ته زما او زه ستا رور يم او چا چې درته څه وويل؛ نو ورته ووايه، چې زه د الله تعالی بنده او د استازي يې رور يم او له دروغجن پرته بل څوک داسې خبره او ادعا نشي کولاى. (مناقب احمد)

ليکوال: دا روايت متقي هم (کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٣ مخ) راخستى او ويلي يې دي: ابن عدى په کامل کې راوړى او همداراز متقي هم په 399 مخ کې په لږ اختلاف له ابويعلي نقل کړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٠١ مخ) وايي: له مخدوج بن زيد ذهلي روايت دى، چې ويلي يې دي: ((رسول الله مبارک علي ته وويل: خبر يې چې زه ړومبى تن يم، چې په قيامت کې به راته غږ کېږي (حديث ته دوام ورکوي، تردې چې د لواء الحمد خبرې ته رارسي او وايي: ) درسره به لواء وي او حال دا، حسن به دې ښي اړخ او حسين به دې کيڼ اړخ ته وي، د عرش سيوري ته به راورسئ او هلته به زما او د ابراهيم ترمنځ ودرېږئ او بيا به د جنت جامې درواغوندي او له عرشه به غږ شي: ابراهيم څومره ښه پلار او علي څومره ښه رور دى؛ علي! نو زېرى دې پر تا وي، چې په بشپړ درناوي درته جنتي جامې در اغوندي، غږ درباندې کوي او انعام درکوي)) (مناقب احمد)

(ذخاير العقبى: ٩٢ مخ) وايي: له انس بن مالکه روايت دى: د الله تعالی رسول پر ممبر کېناست او ډېر څه يې وويل او بيا يې وويل: علي بن ابيطالب چېرې دى؟ دا مهال علي له ځايه پاڅېد او و يې ويل: دلته يم د الله تعالی رسوله! رسول الله خپلې سينې ته رانږدې کړ، دوه سترګې يې ورښکل او پر لوړ غږ يې وويل: مسلمانانو! ته مې رور، د تره زوى، زوم، زما غوښه، وينه او وېښتان يې. زما د دوو سبطو حسن او حسين پلار دى، چې د جنتي ځوانانو ښاغلي دي. (د حديث تر پايه)

(اسدالغابه: درېیم ټوک، ٢١٧ مخ) يو حديث د عبدالرحمان بن عويم ساعدة انصاري (چې يو داسې تن و، چې د الله تعالی د رسول او له هغه څخه په روسته وخت کې هم و) په سند نقل کړى او ويلي يې دي: رسول الله حکم وکړ، چې دوه په دوه سره ورونه شئ او بيا يې له لاسه ونيو او و يې ويل: ((دا زما رور دى)).

(استيعاب، دويم ټوک، ٤٦٠ مخ) په خپل سند له جابر څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: دويم خليفه، چې ټپي شو؛ نو د خليفه ټاکل يې د علي، عثمان، عبدالرحمان بن عوف، طلحه، سعد بن ابي وقاص او زبېر (رضى الله عنهم) شورا ته پرېښودل، چې علي وويل: ((پر الله تعالی مو قسم آيا په تاسې کې څوک شته، چې له رسول الله سره يې رورولي وي؟)) وويل شول: نه! (استيعاب وايي: ) له ځينو اصحابو هم روايت شوي، چې علي وويل: ((زه د الله تعالی بنده او د رسول الله رور يم او که بې له ما چا دا خبره وکړه؛ نو دروغجن به وي.))

(حلية الاولياء: اووم ټوک، ٢٥٢ مخ) په خپل سند د حضرت جابر بن عبدالله وينا راخستې، وايي: د الله تعالی نبي وويل: ((د ځمکې او اسمانونو تر پنځونې دوه زره کاله مخکې يې د جنت پر وره يې ليکلي وو: لا اله الا الله، محمد رسول الله، على اخو رسول الله))

ليکوال: دا روايت خطيب بغدادي هم په خپل تاريخ (اووم ټوک، ٢٨٧ مخ) او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٩ مخ کې له د خطيب د (المتفق و المتفرق) له کتابه نقل کړى دى. ابن جوزي هم (٣٩٨ مخ) کې له ابن عساکر نقل کړى او مناوي هم په فيض القدير (دويم ټوک، ١٥٩ مخ) کې د طبراني له اوسطه نقل کړى او او محب طبري په رياض النضره (دويم ټوک، ١٥٩ مخ کې د احمد له مناقبو نقل کړى دى.

 (د بغداد تاريخ: دولسم ټوک، ٢٦٨ مخ) په خپل سند له محمد بن علي بن الحسين له پلار له علي روايت کړى، چې ويلي يې دي: د الله تعالی رسول وويل: ((علي!ته زما رور او په دنيا او اخرت کې مې ملګرى يې.))

ابن عبدالبر هم دا روايت په استيعاب (دويم ټوک، ٤٩٠ مخ) کې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى.

(صواعق محرقه: ٧٤ مخ) وايي: ديلمي له حضرت عايشې بي بي روايت کړى چې وايي: د څښتن استازي وويل: ((تر ټولو غوره رور مې علي، تر ټولو غوره تره مې حمزه او د علي ياد عبادت دى.))

ليکوال: دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېیم ټوک په ٤٨٢ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: دا روايت ديلمي د فردوس په کتاب کې عباس بن ربيعه نقل کړى دى او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٢ مخ کې راوړى او د سند په اړه يې ويلي، چې له فرودوس له حضرت عايشې بي بي له ابن حجر څخه د اصابه د کتاب د څلورم ټوک، لومړي قسم له دويم مخ يې راخستى دى.

(صواعق المحرقه؛ ٧٥ مخ) وايي: احمد په مناقب کې د حضرت علي وينا راخستې، وايي: رسول الله زما په لټه کې و او زه يې پر يوه (چمبر) چار دېوارۍ ويده وموندم. په خپله يې ووهلم او راته يې وويل: ((پاڅه چې خوښ دې کړم؛ ته مې رور او زما د زامنو پلار يې؛ نو زما د سنت لپاره وجنګېږه، څوک چې زما په وخت کې ومړ؛ نو ځاى به يې د جنت په خزانو کې وي او څوک چې تر ما روسته ستا په وخت کې ومري؛ نو اجل به يې راغلى او مړ شوى به وي او څوک چې زما او ستا تر وختونو روسته، ستا په مينه او دوستۍ کې ومري؛ نو الله تعالی به يې ژوند په ايمان پاى ته ورسوي او دا خبره تر قيامته ده.))

( مناوي؛ کنوزالحقايق: ٢٧ مخ) رسول الله علي ته وايي: ((ته زما او زه ستا رور يم)) (له طبراني نقل شوى)؛ البته هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٣١ مخ کې راوړى دى.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٢١ مخ) د علي وينا را اخلي، وايي: رسول الله زما په لټه کې و او زه يې په خاور کې وېده وموندم او راته يې وويل: ((بد نه وايي، هغوى چې “اباتراب” درته وايي)) او د الله تعالی رسول چې احساس کړل، چې زه خپه يم؛ نو را ته يې وويل: ((پاڅه چې خوشحاله دې کړم؛ ته زما رور او زما د زامنو پلار يې، زما د سنتو لپاره به جګړه کوې، زما غاړه به پر خلکو خلاصوې، څوک چې زما په وخت کې ومړ؛ نو د جنت په خزانو کې دى، څوک چې ستا په وخت کې ومړ؛ نو اجل به يې رارسېدلى وي او څوک ستا تر مړينې روسته ستا په مينه او دوستۍ کې ومري؛ نو الله تعالی به يې له ايمان سره له دې دنيا بوځي او چې څوک درسره په دښمنۍ کې ومري؛ نو د جاهليت پر مرګ به مړ وي او دا خبره به د قيامت تر ورځې وي.)) (له ابو يعلي يې نقل کړى دى)

ليکوال: دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٤ مخ کې له ابويعلي راخستى او بيا وايي: بوصيري ويلي: ددې روايت ټول راويان ډاډمن دي (او په ١٥٥ مخ کې هم) وايي: د الله تعالی استازي وويل: ((آيا غواړې خوښ دې کړم؛ ته زما رور او وزير يې، زما پورونه به ورکوى، له خلکو سره به مې کړې ژمنې سر ته رسوې او پر خلکو به مې غاړه خلاصوې)) (د حديث تر پايه) (طبراني له ابن عمره راخستى دى). دا روايت شنقيطي هم د کفاية الطالب دکتاب په ٣٤ مخ کې راوړى او وايي: احمد په مناقب کې هم نقل کړى دى.

(ابن حجر؛ اصابه: شپږم ټوک، لومړى قسم، ١٨٣ مخ) د ليلاى غفاريه په ژباړه کې وايي: ابن منده _ د علي بن هاشم بن بريد له روايته _ وايي چې ليلاى غفاريه وايي: تل مې له رسول الله سره په جګړو کې ګډون کاوه، چې د ټپيانو پالنه وکړم. تر رسول الله روسته، علي، چې د بصرې جګړې ته ولاړ؛ نو زه هم ورسره ولاړم او جګړه، چې پاى ته ورسېده؛ نو عايشه بي بي مې وپوښتله: آيا له رسول الله دې د علي فضايل اورېدلي که نه؟ راته يې وويل: هو! يوه ورځ رسول الله له ما سره و، چې علي راغى او زما او د رسول الله په منځ کې کېناست؛ نو ما وويل: بل ځاى نه و، چې راغلې او دلته کېناستې؟ رسول الله وويل: ((عايشې! له علي سره داسې چلن مه کوه؛ هغه په اسلام راوړو کې ړومبى و او روستى تن به وي، چې زه يې په ژوندون ګورم او په قيامت کې به ړومبى تن وي، چې زه يې ګورم.))

د رسول الله (ص) وزير

(ابن سعد؛ طبقات: لومړى ټوک، لومړۍ برخه، ١٢٤ مخ) په خپل سند له حضرت علي روايت کړى، چې وايي: رسول الله په مکه کې و او بي بي خديجې ته يې وويل، چې خواړه پاخه کړه او ما ته يې وويل: ((د عبدالمطلب ټول ټبر راوبله چې راشي)) څلوېښت تنه راغلل او بيا يې ما ته وويل: ((خواړه راوړه)) علي وايي: ما دومره خواړه راوړل، چې يوازې يو تن ته بسيا وو؛ خو هغه څلوېښت تنه يې ماړه کړل. بيا رسول الله راته وويل، چې اوبه راوړه، چې ما د يو تن هومره اوبه راوړې؛ خو ټول پرې ماړه شول. په دې وخت کې ابولهب وويل: محمد څه عجيبه جادو کړى و. خلک پاڅېدل او ولاړل او ابولهب هم خلک پاتې کېدو ته پرېنښوول. څو ورځې روسته مو بيا مېلمستيا وکړه او بيا مو بلنه ورکړه؛ نو همداچې ماړه شول رسول الله وويل: ((څوک دى، چې په رسالت کې مې مرستيال او وزير شي او په پايله کې زما رور او جنت خپل کړي؟)) ما وويل: زه اى رسول الله! دا مهال زه تر ټولو کوچنى وم؛ خو په ټبر کې هيچا د رسول الله خبره و نه منله او يوازې زما پلار ته يې وويل: زوى ته خو دې پام دى. پلار مې وويل: څه کار ورسره لرئ، هغه خو د خپل تره له زويه ځار دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٧ مخ) وايي: علي وايي: د ((انذر عشيرتک الاقربين)) آيت، چې راغى؛ نو پاک نبي راوغوښتم او راته يې وويل: ((الله تعالی مې راته حکم کړى، چې نږدې خپلوان اسلام ته راوبلم؛ خو نه پوهېږم، چې څنګه دا کار وکړم؟)) نو چوپ وو، چې حضرت جبراييل راغى او و يې ويل که دا کار و نه کړې؛ نو الله تعالی به دې پر عذاب کړي. ما ته يې وويل: يو من خواړه پاخه کړه او بيا د عبدالمطلب ټبر ته بلنه ورکړه، چې راکړ شوې دنده تر سره کړم او پر هغه ورځ څلوېښت کسان راغلل، چې پکې ابوطالب، حمزه، عباس او ابولهب هم وو؛ نو همدا چې خلک راغلل، رسول الله راته وويل: خواړه راوړه، رسول الله يو څه را اوچت کړل، چې زما په آند يوه بوټۍ غوښه وه او بيا يې هغه دوه ټوټې کړه او پر دسترخوان يې کېښود او و يې ويل: د الله تعالی په نامه يې و خورئ او خلکو هم ښه په مړه ګېډه وخوړل؛ خو پر الله تعالی قسم چې څه هم لږ نه شول، حال دا، دا خواړه يې يوه ته هم بسيا نه وو بيا مې د الله تعالی د رسول د حکم له مخې اوبه ورکړې، چې ټول يې ماړه کړل؛ نو همدا چې رسول الله مبارک غوښتل خبره رامنځ ته کړي؛ نو ابولهب ترې مخکې شو او و یې ويل: کوربه ښه جادو کړى و او خلک پاڅېدل او ولاړل او رسول الله و نه شو کړاى خپله خبره وکړي. ددې ورځې په سبا پاک نبي ما ته وويل: دا سړى مې د خبرې په مخ کې خنډ شو او خبرې ته يې پرېنښووم او را ته يې وويل: سبا بيا ډوډۍ وکړه. ډوډۍ مو وکړه او څه چې په تېره مېلسمتيا کې تېر شوي ول، دلته هم تېر شول؛ ټولو ښه په مړه ګېډه وخوړل او ماړه شول، چې دا مهال رسول الله وويل: د عبدالمطلب پرګې! په عربو کې داسې څوک نه وينم، چې خپل ټبر ته به يې زما هومره ښه وياړ راوړى وي؛ ما تاسې ته د دنيا او اخرت ښېګڼه راوړې او الله تعالی دنده راکړې، چې بلنه درکړم؛ نو په تاسې کې څوک چمتو دى، چې په دې چارو کې زما مرستيال او ملاتړ شي؟ زه سره له دې، چې تر ټولو کوچنى وم، و مې ويل: زه چمتو يم، چې ملاتړ مو شم؛ نو دا مهال رسول الله خپل لاس زما په ورمېږ کې کېښود او و يې ويل: ((دا په تاسې کې زما وصي، خليفه او رور دى؛ نو خبرې ته غوږ شئ او لاروي ترې وکړئ.)) دا مهال خلک په ملنډو پاڅېدل او ولاړل او ابوطالب ته يې وويل: حکم يې درکړ، چې له کوچني علي لاروي وکړې.

 بيا وايي: دا روايت ابن اسحاق، ابن جرير، ابن ابي حاتم، ابن مردويه، ابونعيم او بيهقي په دلائل کې راوړى دى.

ليکوال: دا روايت د ابن جرير طبري د تاريخ د دويم ټوک په ٦٢ مخ او متقي هم په لږ اختلاف په کنزالعمال کې راوړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٢ مخ) د حضرت علي له خولې وايي: رسول الله وويل: ((د عبدالمطلب پرګې! ما درته د دنيا او اخرت ښېګڼه راوړې او الله تعالی مې حکم راکړى، چې بلنه درکړم؛ نو که په تاسې کې هر يو په دې لار کې زما مرستيال او ملاتړ شو؛ نو په تاسې کې به زما وزير، وصي او ځايناستى وي.)) ټول چوپ ول، چې ما وويل: رسول الله! زه به دې ملاتړ او مرستيال شم. دا مهال د الله تعالی نبي، له ورمېږه ونيوم، و يې ويل: ((دا زما رور، وصي او خليفه دى؛ نو خبرې ته يې غوږ شئ او لاروي ترې وکړئ.)) (له ابن جرير څخه نقل)

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٥ مخ) له دې عبارت سره راوړى: ((غواړې خوشحاله دې کړم؟ ته زما رور او وزير يې، پورونه به مې ادا کوې، پر کړيو ژمنو به مې وفا کوې او پر خلکو به مې غاړه خلاصوې، که چا زما په ژوندون درسره مينه وکړه؛ نو په خپل مرګ به مړ وي او که چا تر ما روسته، سره له دې چې تا و نه ګوري؛ خو مينه درسره وکړي؛ نو الله تعالی به يې مؤمن له دې دنيا بوځي او څوک چې درسره دښمني کوي؛ نو د جاهليت پر مرګ به مړ شوى وي.)) (له طبراني له ابن عمر څخه نقل)

(اصابه: لومړى ټوک، څلورم قسم، ٢١٧ مخ) خطيب د مولف په کتاب کې د قاسم بن خليفه له لارې راوړي، چې وايي: يحيى تيمي له اسماعيل بن ابراهيم له مطين بن خالد له انس بن مالک څخه روايت کړى، چې و يې ويل: موږ به چې څه د الله تعالی له استازي پوښتل؛ نو هغه به د علي، سلمان يا ثابت بن معاذ (رضي الله عنهم) درک راکاوه؛ ځکه دا د رسول الله په اصحابو کې تر ټولو پوه وو؛ نو همدا چې د (اذا جاء نصرالله و الفتح) آيت راغى؛ نو د الله تعالی نبي د حضرت علي په اړه وويل: ((علي زما رور، وزير، په اهلبيتو کې زما خليفه او زما تر ټولو غوره پاتې دى.))

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٣ مخ) وايي: له حضرت اسماء بنت عميس څخه روايت دى، چې و يې ويل: ما د الله تعالی له رسوله واورېدل، چې و يې ويل: ((خدايه! هماغه وايم، چې رور مې موسى ويل: خدايه له اهله مې وزير راوټاکې؛ رور مې علي زما وزير وټاکې، هغه مې ملاتړ او په چارو کې زما شريک کړې، چې ډېره تسبيح دې ووايم او شکر دې وباسم، چې ته زموږ له حاله ښه خبر يې.)) (د احمد له مناقب څخه اخستل شوى دى)

(سيوطي؛ درالمنثور) د (قال رب اشرح لى صدري)آيت تر تفسير لاندې د “طه” د سورت په پيل کې وايي: سلفي د طيوريات په کتاب کې له ابي جعفر محمد بن علي څخه روايت کړى، چې وايي: چې کله د (واجعل لى وزيراً من اهلى هارون اخى اشدد به ازرى) آيت راغى؛ نو رسول الله پر غونډۍ ولاړ و او الله تعالی ته يې وويل: ((اللهم اشدد ازرى باخى على))؛ يعنې خدايه! پر رور مې علي ملا کلکه کړې؛ نو الله تعالی يې هم دعا قبوله کړه.

(شبلنجي؛ نورالابصار) او فخر رازي په تفسير کبير کې د مائدې د سورت د (انما و ليکم الله و رسوله) د آيت په تفسير کې راوړي دي: (البته خبره د شبلنجي ده) له حضرت ابي ذر غفاري روايت دى، چې وايي: د الله تعالی له استازي سره مو د ماسپښين لمونځ کاوه، چې يو سوالګر راننووت؛ خو چا ورته څه هم ور نه کړل؛ نو دا مهال سوالګر اسمان ته لاس پورته او و يې ويل: خدايه شاهد وسه، چې ستا د استازي په جومات کې چا څه هم را نه کړل. دا مهال حضرت علي لمونځ کاوه او رکوع ته ته او په خپل لاس يې ګوتې ته اشاره وکړه. سوالګر نږدې راغى او ګوته يې د علي له ګوتې راوايسته. دا پېښه د رسول الله سترګو ته مخامخ وشوه او بيا يې سترګې اسمان ته کړې او و یې ويل: ((رور مې موسى وغوښتل رور يې هارون وزير کړې او و یې ويل: پالونکيه! سينه مې پراخه او چار مې اسان کړې، له ژبې مې غوټه لرې کړې، چې پر خبره مې پوه شي او په اهل کې مې يو زما وزير کړې؛ هارون رور مې زما وزير کړې، ملا مې پرې غښتلې کړه او په چارو کې يې زما شريک کړې او بيا يې په اړه قرآن ورته راولېږه، چې: ((سنشد عضدک باخيک و نجعل لکما سلطاناً فلا يصلون اليکما_؛ ډېر ژر به دې مټ په رور غښتلى کړو او داسې ځواک به درکړم، چې د دښمن لاس در و نه رسي))؛ نو خدايه! ټټرمې هم پراخ، چار مې اسان او په اهل کې مې يو وزير کړه؛ په علي مې ملا غښتلې کړه.)) حضرت ابوذر وايي: د الله تعالی د رسول دعا پاى ته نه وه رسېدلې، چې حضرت جبراييل امين (ع) راغى او وحې يې راوړه: ((انما وليکم الله و رسوله والذين آمنوا الذين يقيمون الصلوة ويوتون الزکاة و هم راکعون)) (ابو اسحاق احمد ثعلبي له تفسيره)

رسول الله (ص): علي له ما او زه له علي ځنې يم

(صحيح بخاري) له براء بن عازب څخه په خپل سند روايتوي: پاک نبي د ذي القعده په مياشت کې عمرې ته ولاړ؛ خو خلکو ښار ته ننووتو ته پرېنښود، چې د الله تعالی رسول په مکه کې د درې ورځو د پاتې کېدو غوښتنه وکړه او بيا يې داسې وليکل: ((دا هغه تړون دى، چې محمد د الله تعالی رسول د مکې له خلکو سره وکړ))؛ خو د مکې خلکو ورسره و نه منله او ورته يې وويل: “محمدرسول الله” مه ليکه؛ ځکه که پېغمبر مو منلې؛ نو ولې به مو درسره دومره جګړې کولې او اوس به مو د الله تعالی د کور زيارت ته پرېښى وې او بايد وليکې: “محمد بن عبدالله”. رسول الله وويل: ((زه هم محمد د عبدالله زوى او هم پېغمبر يم او علي ته يې وويل: هغه ليکنه پاکه کړه!)) علي وويل: پر الله تعالی، چې هېڅکله به مو پر نوم کرښه را نه کاږم. پاک نبي په خپله تړون راواخست او داسې يې وليکل: ((دا هغه ژمنه ده، چې محمد بن عبدالله کړى، چې په پوښ کې له وسلې پرته هېڅ ډول وسله مکې ته دننه نه کړي او همدسې ژمنه کوي، چې که چا پرې په مکه کې ايمان راووړ؛ نو له ځان سره يې مدينې ته بو نه ځي او همداراز که يارانو يې غوښتل په مکه کې پاتې شي؛ نو محمد يې له ځان سره بېرته ستنېدو ته اړ نه کړي.)) ددې تړون تر لاسليک روسته مکې ته ولاړل او همداچې درې ورځې پاى ته ورسېدې؛ نو علي ته راغلل او ورته يې وويل: ملګري ته دې ووايه، چې له ښاره ووځي! رسول الله له مکې ووت او د حضرت حمزه سيد الشهداء لور هم ورپسې ورووته او چغې يې کړې: کاکا جانه! کاکا جانه!

علي په غېږ کې راوخسته او بي بي فاطمې ته يې وويل: د تره لور دې له ځان سره سمبال کړه. فاطمې بي بي هم هغه له ځان سره سپره کړه. د نجلۍ پر سر جعفر او زيد له علي سره شخړه وکړه. علي وويل: زه يې د روزنې لپاره وړ يم؛ ځکه د تره لور مې ده. زيد وويل: هغه زما ورېره ده. جعفر وويل: زما د تره لور هم ده او پردې سربېره، ترور يې زما کورودانه ده؛ خو رسول الله مبارک د جعفرپه ګټه حکم وکړ او و يې ويل: ((ترور د مور په څېر وي.)) او علي ته يې وويل: ((ته له ما او زه له تا ځنې يم.)) جعفر ته يې وويل: ((ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې)) او زيد ته يې وويل: ((ته زموږ رور او مولا يې.))

ليکوال: دا روايت بخاري په همدې سند په همدې مضمون د بداء الخلق د کتاب د عمرة قضا په باب کې راوړې او بيهقي هم د خپل سنن د اتم ټوک په ٥ مخ کې له براء نقل کړى، نسائي د خصايص په ٥١ مخ کې له براء او احمد بن حنبل د مسند د لومړي ټوک په ٩٨ مخ کې له هاني بن هاني له علي څخه، په عبارت کې په لږ اختلاف سره راخستى او حاکم د مستدرک الصحيحين د درېیم ټوک په ١٢٠ مخ کې له هاني بن هاني او طحاوي د مشکل الاثار د څلورم ټوک په ١٧٣ مخ کې له هاني بن هبيرة له علي او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د څلورم ټوک په ١٤٠ مخ کې له هاني بن هبيره له علي څخه نقل کړى دى.

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٢٩٧ مخ) په خپل سند د عمران بن حصين د خولې وينا را اخلي، وايي: رسول الله، حضرت علي د يو لښکر مشر کړ. علي له لښکر سره ووت، چې يوه وينځه يې لاس ته راغله، چې وا يې خسته او دا خبره د رسول الله مبارک پر ځينو اصحابو ښه و نه لګېده او هم ژمني شول، چې رسول الله يې وليد؛ نو هرومرو به ورته له علي سر ټکوي. په مسلمانانو کې دود و، چې له هر سفره به راستنېدل؛ نو تر هر څه له مخه به د رسول الله مبارک کتو ته تلل او روسته به خپلو کورونو ته تلل؛ نو همدا چې لښکر راستون شو؛ نو رسول الله مبارک ته ورغلل، چې په هغو څلور کسانو کې يو پاڅېد او و یې ويل: رسول الله! علي ته څه نه وياست، چې داسې او هغسې يې وکړل. رسول الله يې خبرې ته پام و نه کړ، چې دويم يې پاڅېد او هماغه خبره يې وکړه، چې د الله تعالی رسول ترې مخ واړو، چې درېیمى يې پاڅېد او پر ګيلو شو؛ نو دا مهال د رسول الله په څېره کې غوسه څرګنده شوه، و یې ويل: ((له علي څه غواړئ! له علي څه غواړئ! علي له ما او زه له علي ځنې يم. علي تر ما روسته د هر مؤمن ولي دى.))

ليکوال: دا روايت احمد بن حنبل په مسند (څلورم ټوک، ٤٣٧ مخ)، حاکم په مستدرک الصحيحين (درېیم ټوک، ١١٠ مخ)، ابوداوود طيالسي په خپل مسند (درېیم ټوک، ١١١ مخ)، ابونعيم په حلية (شپږم ټوک، ٢٩٤ مخ)، متقي په کنزالعمال (شپږم ټوک، ٣٩٩ مخ) له ابن جرير_ هغه دا روايت صحيح ګڼلى _ او له ابن ابي شيبه (د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې) له دوو لنډو لارو له ابن ابي شيبه او همداراز نسائي د خصايص په ٢٣ مخ کې راخستى دى.

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٢٩٩ مخ) په خپل سند له براء بن عازب څخه روايت کړى: د الله تعالی استازي وويل: ((علي له ما او زه له علي ځنې يم.))

ليکوال: دا روايت نسائي هم د خصايص په ١٩ مخ کې راوړى دى.

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٢٩٩ مخ) په خپل سند له حبشي بن جنادة روايت کړى، وايي: رسول الله وويل: ((علي له ما او زه له علي ځنې يم زما دندې يا بايد زه تر سره کړم او يا علي او بل څوک نه.))

ليکوال: دا روايت ابن ماجه هم د خپل صحيح په ١٢ مخ، احمد بن حنبل د مسند د څلورم ټوک په ١٦٤ مخ کې له پينځو لارو نقل کړى دى. خصايص هم له دوو لارو؛ يو په نولسم او بل په شلم مخ کې راخستى او محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٤ مخ کې له حافظ سلفي نقل کړى دى.

 (امام احمد حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٠٨ مخ) په خپل سند له هاني بن هاني له حضرت علي څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: زه، زيد او جعفر د الله تعالی له استازي سره وو، چې زيد ته يې وويل: ((ته زموږ ازاد شوى يې.)) زيد وشرمېد. ما ته يې وويل: ((ته له ما او زه له تا يم.)) زه تر زيد روسته وشرمېدم.

ليکوال: دا حديث بيهقي د سنن د لسم ټوک په ٢٢٦ مخ او نسائي د خصايص په ٥١ مخ کې په عبارت کې په لږ اختلاف نقل کړى دى.

(امام احمد حنبل؛ مسند: پينځم ټوک، ٣٥٦ مخ) په خپل سند د بريده وينا را اخلي، وايي: رسول الله مبارک دوه ډلې د يمن پر لور ولېږلې، چې د يوې ډلې مشر يې علي او د بلې يې حضرت خالد بن وليد کړ او و يې ويل: ((که يو ځاى شوئ؛ نو د دواړو ډلو مشر به علي وي او که يو ځاى نه شوئ؛ نو هر يو د خپلې ډلې مشر ياست.)) بريده وايي: د يمن له بني زيد ټبر سره پر جګړه شو او ماتې مو ورکړه، چې ډېر مو پکې اسيران کړل. په اسيرانو کې علي يوه ښځه د ځان لپاره ځانګړې کړه. بريده وايي: دا خبره حضرت خالد بن وليد په يوه ليک کې رسول الله ته وليکله او ما ته يې راکړه، چې رسول الله ته يې ورسوم؛ نو چې کله د الله تعالی استازي ته را و رسېدم؛ نو ليک مې ورکړ، چې په لوستو يې د رسول الله د څېرې رنګ واوخوت، چې ما وويل: د الله تعالی رسوله! زه ستاسې په پناه کې يم او حکم مو راکړ، چې له خپل مشره لاروي وکړم؛ نو ما هم ترې لاروي وکړه او د هغه ليک مو درته راوړ؛ رسول الله وويل: ((پام مو وسه، چې هېڅکله په علي پسې بد و نه وياست او پوه شئ، چې علي له ما او زه له علي يم او هغه تر ما روسته د هر مؤمن ولي دى؛ هغه له او زه له هغه يم.))

ليکوال: دا حديث هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک: ١٢٧مخ) کې راوړى، وايي: احمد او بزار په لنډه نقل کړى او نسائي هم په ټکيو کې په لږ اختلاف د خصايص په ٢٣ مخ کې راوړى او پکې راغلي: خالد هر څه رسول الله ته وليکل او ما ته يې هم حکم وکړ، چې رسول الله ته له علي سر وټکاوهه؛ نو ما هم ليک رسول الله ته ورکړ او په علي پسې مې خوله راوسپړله؛ نو ناڅاپه پوه شوم، چې د رسول الله څېره له غوسې سره اوښتې او و يې ويل: ((پام! پام! بريده! علي خپل دښمن مه ګڼه، چې علي زما او زه د علي يم او تر ما روسته ستاسې ولي دى.))

هيثمي يو ځل بيا د نهم ټوک په ١٢٨ مخ کې دا روايت راوړى، چې پکې راغلي: رسول الله مبارک غوسه ووت او و يې ويل: ((ولې خلک په علي پسې خبرې کوي؛ څوک چې په علي پسې بدې ردې کوي؛ نو په ما پسې به يې کړې وي؛ څوک چې له علي بېل شي؛ نو له ما به بېل شوى وي؛ علي له ما او زه له علي يم؛ علي زما له خټې او زه د ابراهيم له خټې جوړ شوى يم، زه تر ابراهيمه افضل يم (تر دې چې وايي) بريده! خبر نه يې، چې په غنيمت کې د علي حق تر يوې وينځې ډېر دى؟ او خبر نه يې چې علي تر ما روسته ستاسې ولي دى.)) ما وويل: رسول الله! لاس مو راکړئ، چې له سره درسره بيعت وکړم او تر هغه ترې نه وم، بېل شوى، چې مې په اسلام کې ورسره بيا بيعت نه وکړى. (اوسط طبراني)

(د امام احمد حنبل مسند: لومړى ټوک، ٣٣٠ مخ) په خپل سند د عمرو بن ميمون وينا راخستې، وايي: زه له حضرت ابن عباس سره ناست وم، چې نهه تنه راغلل، و یې ويل: ابن عباسه! يا له موږ سره ګوښه شه او يا دې خپل کور خالي کړه، چې درشو. ابن عباس : زه درځم. وايي: په دې ورځو کې لا حضرت ابن عباس ړوند شوى نه و او پر خبرو اترو شول؛ خو پوه نه شوو، چې څه وايي؛ خو ناڅاپه مې وليدل، چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډي، را روان دى، وايي: تون لعنت دې پر هغوى وي، چې په هغه پسې سپکې سپورې وايي، چې لس ځانګړنې لري (لس ځانګړنې يې وشمېرلې، چې دلته راورسېد) بيا يې پلانى مکې ته ولېږه، چې د توبې سورت ورته ووايي او علي يې ورپسې ورولېږه، چې سورت ترې واخلي او و يې ويل: ((دا سورت به يا زه په خپله او يا هغه چې له ما ځنې وي، خلکو ته اوروي.))

ليکوال: دا روايت نسائي د خصايص په ٨ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: احمد او حافظ ابوالقاسم دمشقي په موافقات او اربعين طوال کې راوړى او ويلي يې دي: نسائي يې ځينې يادې کړي او همداراز هيثمي په مجمع (نهم ټوک، ١١٩ مخ) کې راوړى او ويلې يې دي: احمد او طبراني په کبير او اوسط کې په لنډه راوړى دى.

(خصايص نسائي: ١٩ مخ) په خپل سند له عمرو بن حصين څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: رسول الله وويل: ((علي له ما او زه له علي يم او علي تر ما روسته د هر مؤمن ولي دى.))

(خصايص نسائي: ٣٦ مخ) په خپل سند د محمد بن اسامه بن زيد (رض) د پلار وينا راخستې، چې رسول الله وويل: ((علي! ته زما زوم او د زامنو پلار يې؛ ته له ما او زه له تا يم.))

(خصايص نسائي: ١٩ مخ) په خپل سند له هبيرة بن مريم، هاني بن هاني له علي روايت کړى: همداچې له مکې راووتو؛ نو د حمزه لور راپسې چغې کړې: کاکا جانه! کاکا جانه! هغه مې راواخسته او کورودانې ته مې وويل، چې د تره لور دې سمباله کړه او فاطمې هم له ځان سره سپره کړه. زيد او جعفر يې د روزنې پر سر راسره شخړه وکړه. ما وويل: ما راوستې او د تره لور مې هم ده. جعفر وويل: زما هم د تره لور ده او ترور يې زما ښځه ده. زيد وويل: هغه زما ورېره ده. رسول الله هغه خپلې ترور ته ورکړه او و یې ويل: ((ترور د مور په څېر وي.)) او ما ته يې وويل: ((ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ زه له تا يم.)) جعفر ته يې وويل: ((ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې.)) او زيد ته يې وويل: ((ته زموږ رور او مولا يې.))

(د ابن جرير طبري تاريخ: دويم ټوک، ١٩٧ مخ) په خپل سند له ابي رافع له پلار له نيکه نقل کړى: علي، چې د مشرکينو بېرغچيان ووژل؛ نو رسول الله، چې د قريشو د مشرکينو ډله وليده؛ نو علي ته يې وويل: ((بريد پرې وکړه.)) علي بريد وکړ او خواره يې کړل او عمرو بن عبد الله جمحي يې وواژه. بيا رسول الله د مشرکانو بله ډله وليده او ورته يې وويل: بريد پرې وکړه. علي هم پرې بريد وکړ او خواره يې کړل او شيبه بن مالک يې وواژه. حضرت جبراييل امين وويل: رسول الله! دا دى مواساة. رسول الله وويل: ((هغه له ما او زه له هغه يم.)) حضرت جبراييل وويل: او زه ستاسې د داوړو يم. د حديث راوي وايي: ټولو واورېدل، چې اورېدل کېدل: ((لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على.))

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٢ مخ) او (على بن سلطان؛ مرقاه: پينځم ټوک، ٥٦٨ مخ) دواړو په شرح کې له ابي رافع څخه روايت کړى چې وايي: علي، چې د احد د مشرکانو بېرغچيان ووژل؛ نو حضرت جبراييل وويل: دا مواساة حقيقي مواساة دي. رسول الله وويل: ((اخر هغه له ما او زه له هغه يم.)) جبراييل: او زه ستاسې د دواړو يم. (مناقب احمد)

دا روايت هيثمي په مجمع (شپږم ټوک، ١١٤ مخ) کې له طبراني او متقي هم په کنزالعمال (شپږم ټوک، ٤٠٠ مخ) کې له طبراني نقل کړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٠٢ مخ) وايي: ابوسعيد د شرف النبوه په کتاب کې راوړي، چې رسول الله علي ته وويل: ((درې داسې څيزونه درکړل شوي، چې هيچا ته هم نه دي ورکړل شوي؛ لومړى زما په څېر خسر، چې زه ستا په څېر خسر نه لرم؛ دويم داچې داسې کورودانه يې درکړې، چې ما ته هاغسې نه ده راکړ شوې؛ درېیم دا چې د حسن او حسين په څېر زامن، چې ما ته يې هاغسې نه دي راکړي؛ خو تاسې ټول له ما او زه له تاسې يم.))

(کنوزالحقايق مناوي: ٣٧ مخ) داسې عبارت راوړى: ((على له ما او زه له هغه يم او علي تر ما روسته د ټولو مؤمنانو ولي دى.)) (طبراني)

(کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٢٣ مخ) د علي له خولې وايي: زيد بن حارثه، چې له مکې راته؛ نو د حمزه سيدالشهداء لور يې هم له ځان سره راوسته. جعفر بن ابيطالب وويل: زه به يې له ځان سره کور ته بوځم او پالنه به يې کوم؛ ځکه زما د تره لور او ترور يې زما کډه ده ا ترور خو د مور په څېر وي. علي وويل: زه ورته وړ يم؛ ځکه د تره لور مې ده او ښځه مې هم د الله تعالی د رسول لور ده او د الله تعالی د نبي لور تر ټولو وړ ده او دا خبره پر لوړ غږ کوم، چې رسول الله يې له وتو مخکې واوري. زيد وويل: زه وړ يم؛ ځکه ما له مکې راوستې او ورېره مې هم ده. دا مهال پاک نبي له کوره راووت او و یې ويل: ((په تاسې څه شوي دي؟)) علي وويل: هغه مې د تره لور ده او زه يې پالنې ته وړ يم او د رسول الله لور ما ته ناسته ده او د رسول الله لور تر ټولو غوره او وړ ده او دا ماشومه هم بايد د تره له لور سره ووسي. جعفر وويل: هغه بايد له ماسره ووسي، چې هم يې د تره لور او هم يې ترور ما ته ناسته ده. زيد وويل: د سفر زحمت يې ما ګاللى او ورېره مې هم ده. پاک نبي وويل: ((ډېر ژر به بې له دې حکمه په تاسې کې ورمندون-قضاوت وکړم.)) علي وايي: همدا چې و يې ويل: ((بې له دې))؛ نو وېره مې زړه ته راغله، چې هرومرو به آيت راغلى وي، چې موږ پر لوړ غږ خبرې کړې دي. بيا د الله تعالی رسول وويل: ((زيد بن حارثه! ته هم زموږ او هم د نجلۍ مولا يې.)) زيد وايي: رسول الله! خوښ شوم. جعفر ته يې وويل: ((ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې او له هغې شجرې پېدا شوى يې، چې زه ترې پېدا شوى يم.)) جعفر وويل: رسول الله! زه هم خوښ شوم. بيا يې وويل: ((علي! ته مې غوره کړاى شوى او هم امين يې؛ ته له ما او زه له تا يم.)) ورته مې وويل: زه هم خوښ شوم! د الله تعالی رسول بيا وويل: ((خوښ به شم، چې لور مې له جعفر کره ولاړه او پالنه يې وشي، چې له ترور سره يې وي؛ ځکه ترور هم د مور په څېر وي.)) ټولو وويل: رسول الله! ټول تسليم شوو. (له عدني، بزار او ابن جرير څخه نقل)

ليکوال: دا روايت طحاوي هم په مشکل الاثار (څلورم ټوک، ١٧٤ مخ) کې په ټکيو کې په لږ اختلاف راوړى او په ١٧٥ مخ کې يې هم له دوو لارو په عبارت کې په لږ اختلاف نقل کړى دى. نسائي هم د خصايص په ٢٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: د الله تعالی رسول وويل: ((علي ته زما غوره کړاى شوى او امين يې.))

د علي وينه او غوښه د رسول الله ده

(خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: دويم ټوک، ٢٠٤ مخ) په خپل سند له ابي العباس څخه نقل کړى، وايي: له رسول الله کره وو، چې پر کيڼه پنډۍ يې خپل زوى ابراهيم او پر ښۍ يې امام حسين کېنولى و اويوه موچې له ده او بله له هغه اخلي، چې دا مهال حضرت جبراييل وحې راوړه او د وحې حالت، چې د الله تعالی له استازي ولاړ؛ نو و يې ويل: جبراييل را ته وويل: الله تعالی دې درباندې سلام وايي او وايي: موږ دا دوه ماشومان درته نه پرېږدو او يو بايد له بله ځار کړې. تر دې خبرې روسته د الله تعالی نبي ابراهيم ته وکتل او په ژړا شو او بيا يې چې حسين ته وکتل؛ نو بيا هم په ژړا شو او و يې ويل: د ابراهيم مور يوه وينځه ده، چې که مړ شو؛ نو يوازې زه به خپه شم؛ خو که حسين مړ شو؛ نو هم به يې مور او هم به يې پلار خپه شي، چې زما له وينې او غوښې دي او هم به مې لور او هم به مې د تره زوى او هم به زه په خپله خپه شم؛ زه خپل غم زغملى شم؛ خو د هغوى نه؛ نو ايثار (سرښندنه) کوم؛ نو جبراييله! ابراهيم را څخه واخله .)) (د حديث تر پايه)

(ذخايرالعقبى: ٩٢ مخ) د انس بن مالک وينا را اخلي، وايي: يوه ورځ د الله تعالی نبي پر ممبر ډېره وينا وکړه او بيا يې وپوښتل: علي بن ابيطالب چېرې دى؟ علي له ځايه پاڅېد او و يې ويل: دلته يم! د الله تعالی نبي خپلې سينې ته رانږدې کړ او تندى يې ورته ښکل کړ او پر جيګ غږ يې وويل: ((مسلمانانو! دا زما د دوو سبطو؛ حسن او حسين پلار دى، چې د جنت د ځوانانو دوه ښاغلي دي.))

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١١١ مخ) وايي: د حضرت ابن عباس وينا ده، چې د الله تعالی رسول حضرت ام سلمې بي بي ته وويل: ((د علي بن ابيطالب وينه او غوښه زما ده؛ هغه ما ته داسې دى؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ.)) (طبراني)

(ليکوال: متقي په کنزالعمال (شپږم ټوک، ١٥٤ مخ) کې د ام سلمې پر ځاى ام سليم راوړې او بيا يې ويلي: دا روايت عقيلي له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او مناوي هم (کنوزالحقايق: ١٦١مخ) په لنډه له طبراني نقل کړى دى .

د رسول الله (ص) ځان

(مستدرک الصحيحين: دويم ټوک، ١٢٠ مخ) په خپل سند د حضرت عبدالرحمان بن عوف وينا را اخلي، وايي: رسول الله مکه سوبه کړه او طايف ته ستون شو او اته که اوه ورځې يې کلابند کړ او بيا راستون شو، چې په يو ځاى کې يې وويل: ((خلکو! زه درنه تلونکى يم او سپارښتنه کوم، چې له عترت سره مې ښه چلن وکړئ او موږ تاسې به د کوثر د حوض تر غاړې وينو. قسم پر هغه الله تعالی، چې ساه مې د هغه په لاس کې ده؛ يا دا چې لمونځ به کوئ او زکوة به ورکوئ او يا دا چې له خپل اړخ به يو سړى درواستوم (او يا داسې يې وويل: هغه سړى چې زما د ځان په څېر دى) او هغه بايد له دښمن سره جګړه وکړي او ذرار يې اسيران کړي.)) راوي وايي: خلکو ګومان کاوه، چې مراد يې ابوبکر يا عمر (رضى الله عنهما) دى؛ نو په همدې وخت کې د الله تعالی نبي د علي لاس ونيو او و يې ويل: ((او هغه دا دى.)) بيا وايي: ددې حديث سند صحيح دى.

ليکوال: متقي په کنزالعمال (شپږم ټوک، ٤٠٥ مخ) او ابن حجر د صواعق په ٧٥ مخ کې له ابن ابي شيبه نقل کړى دى. هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٣٤ مخ کې له ابويعلي او په ١٦٣ مخ کې له بزار څخه نقل کړى دى.

(زمخشري؛ کشاف) د حجرات د سورت د (يا ايها الذين آمنوا ان جائکم فاسق بنباً فتبينوا)) آيت په تفسير کې وايي: رسول الله وليد بن عقبه د عثمان مېرنى رور ولېږه (تر دې چې وايي): ، چې په بني المصطلق کې، چې دوستي يې ورسره وه، څېړنه وکړي؛ نو همدا چې وليد يې سيمې ته ورنږدې شو؛ نو هغوى يې مخې ته راغلل او ګومان يې وکړ، چې جګړې ته راغلى او وليد هم له هماغه ځايه ستون شو او رسول الله ته يې وويل: بني المصطلق مرتد شوي دي او زکات يې را نه کړ. رسول الله غوسه شو او غوښتل يې جګړه ورسره وکړي، چې هغوى د رسول الله مبارک له هوډه خبر شو او و يې ويل: له رسول الله او غوسې يې پناه غواړو او دا خبره، چې د رسول الله مبارک غوږونو ته ورسېده؛ نو په اړه يې شکمن شو او پيغام يې ورولېږه، چې له ارتداده لاس واخلئ؛ ګنې د خپل ځان په څېر يو سړى درلېږم، چې و مو ځپي او ذرار مو اسيران کړي او بيا يې د علي پر اوږه لاس کېښود.

(خصايص نسائي: ١٩مخ) په خپل سند له ابى روايتوي چې ويلي يې دي: د الله تعالی نبي وويل: ((بني وليعه دې له خپلو کارونو لاس واخلي؛ ګنې د خپل ځان په څېر سړى ورلېږم، چې زما حکم ټکى په ټکى پلي کوي او هغوى به ووژني او ذرار به يې اسيران کړي.)) دا مهال حضرت عمر زما په ملابند لاس کېښود او بې واکه يې وويل: څوک ښيئ؟ ما وويل: مطلب يې ستا ملګرى او ته يې. حضرت عمر بيا وپوښتل: رښتيا ووايه څوک ښيي؟ ما وويل: خاصف النعل ښيئ او دا مهال علي خپلې پڼې يې ګنډلې.

دې ته ورته روايت محب طبري په رياض النضره (دويم ټوک، ١٦٤ مخ) کې له زيد بن نفيع څخه نقل کړى او ويلي يې دي، چې احمد په مناقب کې نقل کړى دى.

(هيثمي؛ مجمع: اووم ټوک، ١١٠ مخ) وايي: د حضرت جابر بن عبدالله وينا ده، چې وايي: رسول الله، وليد بن عقبه، بني وليعه ته ولېږه (تر دې چې وايي): رسول الله وويل: يا دا چې بني وليعه دې له خپلو چارو لاس واخلي او يا داچې د خپل ځان په څېر سړى به ورولېږم، چې ورسره جګړه وکړي او ذرار يې اسيران کړي او هغه دادى؛ لاس يې د علي پر اوږه کېښود. (د حديث تر پايه) (طبراني)

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٠ مخ) وايي: له عمرو بن عاص څخه روايت دى، چې وايي: له ذات السلاسل جګړې، چې راستون شوم؛ نو له ځان سره مې وويل: تر ما به څوک پر رسول الله نه وي ګران؛ نو ومې پوښته: پر تاسې څوک تر ټولو ډېر ګران دى؟ (په کنزالعمال کې يې يو لړ نومومونه راوړي چې) عمرو عاص له رسول الله پوښتي: علي درباندې څومره ګران دى؟ رسول الله مبارک خپلو يارانو ته مخ کړ او و يې ويل: دې سړي ته ګورئ، چې زما د ځان په اړه پوښتنه کوي. (ابن النجار)

(ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٤ مخ) وايي: معمر له ابن طاووس له پلار له مطلب بن عبدالله بن حنطب څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: رسول الله مبارک د ثقيف د ټبر خلکو ته وويل: ((يا دا چې اسلام به راوړئ او يا دا چې د ځان په څېر سړى به درولېږم، چې ورمېږونه مو ووهي، ذرار مو اسيران او شتمنۍ مو غنيمت کړي .)) حضرت عمر وويل: پر الله تعالی قسم، چې د هغې ورځې هومره مې هېڅکله د لښکر د قومندانۍ هيله نه درلوده؛ نو ټټر مې ببر کړ، چې کېداى شي ووايي چې هغه سړى دادى؛ خو پام مې شو، چې علي يې له لاسه ونيو او و يې ويل: هغه سړى دادى.

ليکوال: دا روايت محب طبري هم په رياض النضره (دويم ټوک، ١٦٤مخ) کې داسې راوړى: رسول الله وويل: له خپل اهله يو سړى او که د ځان په څېر سړى او د روايت په پاى کې راغلي، چې دوه ځلې يې وويل: هغه دادى! هغه سړى دادى. بيا محب طبري وايي: دا روايت عبدالرزاق په جامع او ابوعمرو بن سمان نقل کړى. په دې اړه نور روايتونه هم شته، چې له انصافه به لرې نه وي، چې لنډه کتنه ورته وکړو.

ړومبى هغه روايت دى، چې حاکم په مستدرک الصحيحين (درېیم ټوک، ١٢٦مخ) کې د حضرت ابن عباس د خولې وينا راخستې، چې ويلي يې دي: رسول الله مبارک د حجة الوداع په خطبه کې وويل: ((ډېر ژر به له عمالقه سره وجنګنېږم.)) جبراييل وويل: ووايه يا زه په خپله او يا علي. او د الله تعالی رسول هماغسې وويل.

دويم هغه روايت دى، چې محب طبري په رياض النضره (دويم ټوک، ١٦٤ مخ) کې له حضرت انس بن مالک له خولې نقل کړى، چې رسول الله وويل: ((داسې پېغمبر به نه وي، چې په امت کې يې څوک په شان او ورته نه وي او زما په امت کې زما په څېر علي دى.)) ((قلعى))

درېیم هغه روايت دى، چې مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ کې او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٣ مخ کې راوړى: ((علي مې ډډ او جعفر مې څانګه ده.)) بيا دواړه کتابونو ويلي: دا خبره طبراني او ضياء د عبدالله بن جابر له خولې کړې ده. )

رسول الله (ص): د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٢٩٨ مخ) په خپل سند له شعبه له سلمة بن کهيل څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: ما له ابي الطفيل څخه اورېدلي، چې له ابي سريحه_ او يا زيد بن ارقم _ څخه يې روايتاوه، چې رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) همدا روايت شعبه له ميمون ابي عبدالله له حضرت زيد بن ارقم له رسول الله څخه هم نقل کړى دى.

ليکوال: علي بن سلطان هم په مرقاة (پينځم ټوک، ٥٦٨ مخ) په شرح کې له جامع څخه نقل کړي، چې ترمذي، نسائي او ضياء له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.))

(صحيح ابن ماجه: باب فضايل اصحاب نبي، ١٢ مخ) په خپل سند د براء بن عازب د خولې وينا راخستې، چې ويلي يې دي: له رسول الله سره د حج له سفره راستانه شوو او په لار کې يې حکم وکړ، چې په جمعه لمونځ کوو او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟ وويل شول: هو همدسې ده!. و يې ويل: آيا زه پر ټولو مؤمنانو پر هغوى وړ نه يم؟ وويل شول: هو!. بيا يې وويل: ((نو پوه شئ دا د هر هغه چا ولي دى، چې زه يې ولي يم؛ خدايه! د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه.))

ليکوال: دا روايت احمد بن حنبل په خپل مسند (څلورم ټوک، ٢٨١ مخ) کې داسې راوړى دى: حضرت براء وويل: له رسول الله سره په سفر کې وو، چې کله د خم په ډنډ کې راټول شوو؛ نو ټول تم شوو او غږ شو: الصلاة جامعة او مراد يې دا و، چې ټول بايد را ټول شو، بيا يې د الله تعالی نبي ته د ونو تر سيوري لاندې ځاى جوړ کړ، د ماسپښين تر لمانځه روسته يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((آيا خبر نه ياست، چې زه له مؤمنانو پر هغوى وړ يم؟)) وويل شول: هو! بيا يې وويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى؛ خدايه! د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه.)) حضرت براء وايي: تر دې پېښې روسته حضرت عمر، حضرت علي وليد او ورته يې وويل: د ابوطالب زويه! مبارک دې شه، چې د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې. بيا عبدالرحمن _؛ يعنې احمد بن حنبل _ وايي: دا حديث موږ له هبه له براء بن عازب څخه نقل کړى دى.

دا روايت متقي هم په کنزالعمال (شپږم ټوک، ٣٩٧ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي: ابن ابي شيبه نقل کړى دى. محب طبري هم په رياض النضره (دويم ټوک، ١٦٩ مخ) کې ورته رواړى او ويلي يې دي: ابن السمان نقل کړى او همداراز محب طبري هم د احمد حنبل په څېر روايت راوړى دى او ويلي يې دي: احمد په مسند کې راوړى؛ خو له (د دښمن يې دښمن وسه) تر غونډلې روسته يې زيات کړي: ((ملا تړ شې د هغه چې د علي ملاتړ وي او د دوست يې دوست وسه.)) شعبه وايي: ياد مې نه دي، چې داسې يې وويل او که و يې ويل: ((د د‌ښمن يې دښمن وسه.))

(صحيح ابن ماجه: باب فضايل اصحاب الرسول، ١٢ مخ) په خپل سند له ابن سابط_ چې هماغه عبدالرحمان دى _ له حضرت سعد بن ابي وقاص څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: معاويه بن ابوسفيان حج ته راغلى و، چې سعد يې کتو ته ورغى، چې د حضرت علي خبره را منځ ته شوه، چې په دې ترڅ کې معاويه بن ابوسفيان علي ته کنځلې وکړې، چې سعد په دې کار غوسه شواو و يې ويل: په هغه پسې کنځلې کوې، چې رسول الله يې په اړه ويلي دي: ((د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) او بيا مې ترې واورېدل، چې و يې ويل: ((ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته؛ خو بې له پېغمبرۍ)) او د خيبر په جګړه کې يې وويل: ((نن به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې الله تعالی او استازى يې پرې ګران دى.))

ليکوال: دا روايت نسائي هم د خصايص په ١٤ مخ کې په ټکيو کې په لږ اختلاف راوړى او د سند تر راوړو روسته يې له عبدالرحمان بن سابط له سعد څخه ويلي: ناست وم، چې په علي پسې يې سپکې سپورې وکړې. ما وويل: له رسول الله مې د علي درې داسې ځانګړنې واورېدې، چې که يوه يې هم زما وه؛ نو پر ځمکه له هر تېرايستونکي به را ته ښه وه؛ ړومبى دا چې ((ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ)) دويم داچې وا مې ورېدل: د الله تعالی نبي وويل: ((سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې الله تعالی او استازى يې پرې ګران دى.)) درېیم دا چې رسول الله وويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.))

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٠٩ مخ) په خپل سند له ابي الطُفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه نقل کړى، چې ويلي يې دي: رسول الله له حجة الوداع څخه راستنېده؛ نو “خم غدير” ته، چې راورسېد؛ نو حکم يې وکړ، چې د ونو تر سيورې لاندې ورته د ناستې ځاى جوړ کړي او بيا يې وويل: ((ګواکې تلو ته يې بللى يم او ما هم منلې ده؛ زه په تاسې کې دوه ستر يادګارونه پرېږدم، چې يو تربله ستر دي؛ د الله تعالی کتاب او زما عترت؛ نو ګورم، چې څنګه چلن به ورسره کوئ؛ ځکه هغوى يو له بله نه بېلېدونکي دي، چې د کوثر د حوض تر غاړې مې وويني؛ الله تعالی زما مولا او زه د هر مؤمن مولا يم.)) او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چا چې زه ولي يم؛ نو دا يې ولي دى؛ خدايه ! مل شې د هغه چې د علي ملتيا کوي او ملا ما ته کړې د هغه چې ملاتړ يې نه کوي او د علي د دښمن دښمن وسه.))

حاکم وايي: دا حديث د صحت لپاره ټول هغه شرايط لري، چې مسلم او بخاري يې په رسميت پېژني؛ خو بيا هم دواړو نه دى نقل کړى. بيا وايي: ددې حديث د صحت شاهد د سلمة بن کهيل له ابي الطفيل د خولې حديث دى، چې په خپله د بخاري او مسلم د صحت په شرايطو برابر حديث دى او بيا يې د حديث د سند تر ذکر روسته حديث نقل کړى، چې سلمة بن کهيل له پلاره له ابي الطفيل له ابن وائله له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې اورېدلي يې دي، چې ويل يې: رسول الله د مکې او مدينې په منځ کې په هغه ځاى کې تم شو، چې سترې سترې ونې پکې وې او بيا يې ورته تر ونو لاندې جارو کړاى شو، رسول الله تر ماښامه هلته پاتې شو او بيا يې خطبه وويله. د الله تعالی تر ستاينې او نصيحتونو روسته يې وويل: ((خلکو! په تاسې کې مې دوه څيزونه پرېښوول؛ نو که لاروي مو ترې وکړه؛ نو بې لارې به نشئ؛ هغه د الله تعالی کتاب او زما عترت او اهلبيت دي. آيا خبر ياست، چې زه پر هر مؤمن تر هغه وړ يم (او درې ځل يې دا جمله تکرار کړه) د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.))

ليکوال: دا روايت يې د درېیم ټوک په ٥٢٣ مخ کې هم له بلې لارې له حضرت زيد بن ارقم څخه نقل کړى او ويلي يې دي: موږ له رسول الله سره له مکې ووتو، چې د “خم غدير” سيمې ته ورسېدو او هلته يې حکم وکړ، چې تر ونو لاندې جارو کړئ. هغه ورځ خورا ګرمه وه، چې داسې ګرمي مې لا ما په ژوند کې نه وه ليدلې. رسول الله د الله تعالی تر ستاينې روسته وويل: ((پېغمبران د تېر پېغمبر د عمر په نيمه ژوند کوي او نږدې دى، چې د الله تعالی بلنې ته ټټر ووهم؛ په تاسې کې داسې څه پرېږدم، چې که لاروي مو ترې وکړه؛ نو تر ابده به بې لارې نشئ؛ د الله تعالی کتاب)) او بيا پاڅېد او علي يې يې لاسه ونيو، و يې ويل: ((خلکو! څوک پر تاسې په واک کې وړ دى؟)) وويل شول: الله تعالی او رسول يې. رسول الله: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى.)) (بيا وايي) دا حديث صحيح السند دى.

متقي هم په کنزالعمال (لومړي ټوک، ٤٨ مخ) حاکم ته ورته حديث نقل کړى او ويلي يې دي: طبراني په کبير کې له ابي الطفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى دى.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١٦ مخ) په خپل سند له خثيمة بن عبدالرحمان څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: ما له سعد بن مالک _ هغه وخت، چې يو چا وويل: داچې له علي دې سرغړونه کړې؛ نو په تاپسې خبرې کوي _ څخه واورېدل، چې و يې ويل: پر الله تعالی قسم، چې په سرغړونه کې مې فکر شو، چې پر غلطه وم او علي پر سمه و؛ ځکه علي ته درې څيزه ورکړل شوي، چې که يو يې هم ما ته راکړل شوى و؛ نو په دنيا کې به تر ټولو نعمتونو راته غوره و؛ ړومبى داچې رسول الله په “خم غدير” کې د الله تعالی تر ستاينې روسته وويل: ((آيا پوهېږئ، چې زه پر مؤمنانو وړ يم؟)) وويل شول: هو! بيا رسول الله وويل: ((خدايه! د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ د علي د دوستانو دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.)) دويم داچې د خيبر د جګړې پر ورځ د علي سترګې خوږېدې، چې رسول الله يې راوغوښت او هغه وويل: سترګې مې درد کوي. رسول الله مبارک يې په سترګو کې خپلې توکاڼې وموږلې او دعا يې ورته وکړه او چې ژوندى و؛ نو سترګو يې خوږ و نه کړ او خيبر يې هم سوبه کړ. درېیم دا چې رسول الله خپل تره او نور له جوماته بهر کړل؛ نو عباس وويل: موږ چې دې ترونه او خپلوان يو؛ نو له جوماته مو باسې او علي ته پکې ځاى ورکوې؟ رسول الله وويل: ((ما نه پخپله خوښه تاسې ايستي ياست او نه مې پخپله خوښه علي ته پخپل جومات کې ځاى ورکړى؛ بلکې د الله تعالی حکم و، چې پلي مې کړ.))

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٣٧١ مخ) په خپل سند له رفاعة بن اياس ضبى له پلاره له نيکه روايت کړى، چې ويلي يې دي: د جمل په جګړه کې له علي سره وو، چې علي په طلحة بن عبيدالله پسې يو کس ولېږه، چې ما وويني؛ نو چې طلحه راغى، حضرت علي وويل: پر الله تعالی دې قسم، چې د الله تعالی له رسوله دې وا نه ورېدل، چې و يې ويل: ((د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى؛ د دوست يې دوست او دښمن يې دښمن وسه.)) و يې ويل: هو اورېدلي مې دي. علي وويل: ؛ نو ولې راسره جګړه کوې؟ و يې ويل: د رسول الله دا خبره مې هېره کړې وه. دا خبره يې وکړه او ولاړ.

ليکوال: دا روايت متقي هم په کنزاالعمال (شپږم ټوک، ٨٣ مخ) کې په لږ اختلاف نقل کړى او ويلي يې دي، چې له ابن عساکر مې نقل کړى دى

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١٠ مخ) و ايي: دا حديث، چې له بريده اسلمي نقلوم، د بخاري او مسلم د شرطونو پر بنسټ معتبر دى او بيا يې سند حضرت ابن عباس او بريده اسلمي ته رسوي او وايي: له حضرت علي سره يمن ته جهاد ته تللي وو ( تردې چې وايي) رسول الله ته راغلم او په علي پسې مې خوله راوسپړله، چې ناڅاپه د رسول الله څېره له غوسې واوخوته او و يې ويل: ((بريده! آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟)) ورته مې وويل: هو! را ته يې وويل: ((د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى)) (د حديث تر پايه).

ليکوال: دا حديث احمد بن حنبل هم د مسند په پينځم ټوک، ٣٤٧ مخ، متقي هم په لنډه په کنزالعمال (شپږم ټوک، ١٥٤ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي، چې احمد بن حنبل، ابن حبان، سمويه، حاکم، او سعيد بن منصور له حضرت ابن عباس له ابن بريده روايت کړى. متقي هم د دويم ځل لپاره د شپږم ټوک په ٣٩٧مخ او همداراز نسائي په خصايص (٢٢ مخ) کې له حضرت بريده له دوو لارو نقل کړى دى. ابن حجر هم په صواعق کې (٢٦ مخ) کې له حضرت ابن عباس له بريده له دوو لارو نقل کړى او تر نقلولو مخکې يې ويلي: دا روايت ذهبي صحيح ګڼلى او همداراز علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٥٦٨ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: ذهبي له بريده نقل کړى او صحيح يې ګنلى دى.

(مستدرک الصحيحين: دويم ټوک، ١٢٩ مخ) په خپل سند له ابي عوانه له اعمش له سعد بن عبيده له عبدالله بن بريده اسلمي روايت کړى، چې ويلي يې دي: له پلار سره مې روان وم، چې يوه ډله مو مخې ته راغله، چې په علي پسې يې بدې ردې ويلې، چې پلار مې وويل: ما هم ستاسې په څېر په علي پسې سپکې سپورې کولې او زړه مې ترې خوړ؛ په يو سفر کې له حضرت خالد بن وليد سره وو، خورا غنيمت مو لاس ته راوړ، علي هم له غنميته په خمس کې يوه وينځه واخسته؛ نو داچې خالد بن وليد له علي سره دښمني درلوده؛ نو ما ته يې وويل: دا ښه فرصت دى، چې ته ګټه ترې پورته کولاى شې؛ ځکه خالد هم خبر و، چې زما او د علي اوبه په يوه وياله کې نه ځي؛ نو راته يې وويل: ژر رسول الله ته ځان ورسوه او له علي ورته سر وټکاوه. زه هم چې مدينې ته راغلم؛ نو هر څه مې رسول الله ته وويل: عادت مې و، چې د خبرو پر مهال به مې تل سرښکته و؛ نو چې سر مې راپورته کړ؛ نو و مي ليدل، چې د رسول الله رنګ له غوسې سور اوختى او راته يې وويل: ((د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې ولي او مشر دى.)) دا خبره مې، چې له رسول الله واورېده؛ نو علي ته مې په زړه کې کينه له منځه ولاړه.

ددې حديث تر نقلولو روسته حاکم وايي: دا روايت د مسلم او بخاري د اعتبار معيارونه لري؛ خو په دې عبارت يې نه دى نقل کړى او بيا وايي: په دې باب د ابي عوانه له اعمش له سعد بن عبيده د حديث په پرتله بل صحيح حديث نشته او بيا يې همدا حديث له بلې لارې له اعمش له سعد بن عبيده له بريده نقل کړى دى.

ابونعيم په حلية (څلورم ټوک، ٢٣ مخ) کې له بريده نقل کړى: ((دچاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى.)) متقي هم په کنزالعمال (شپږم ټوک، ١٥٢ مخ) کې داسې راوړي: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى)) او ويلي يې دي: احمد او نسائي له براء او بيا هم احمد له بريده او ترمذي، نسائي او ضياء له زيد بن ارقم څخه روايت کړى. احمد بن حنبل هم په مسند (پينځم ټوک، ٣٥٨ او ٣٦١ مخونو) کې په لنډه له بريده نقل کړى دى. محب طبري په رياض النضره (دويم ټوک، ١٧٢ مخ)کې له بريده نقل کړى او ويلي يې دي: ابوحاتم نقل کړى او مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢١٨ مخ کې راوړى او يلې يې دي: احمد، نسائي او حاکم له بريده نقل کړى او په شرح کې يې ويلي دي: هيثمي په بل ځاى کې وايي: ددې روايت رجال ډاډمن دي او په بل ځاى کې يې ويلي: ددې حديث رجال صحيح دي. (مناوي)

سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت (النبى اولى بالمؤمنين من انفسهم) د آيت په تفسير کې له ابي شيبه، احمد او نسائي له بريده روايت کړى، چې ويلي يې دي: له علي سره يمن ته جهاد ته ولاړو او د هغه جفا له امله، چې علي راسره کړې وه؛ نو په زړه کې مې ورته کينه درلوده او چې د الله تعالی استازي ته راغلو؛ نو د علي ګيله مې ورته وکړه. و مې ليدل، چې رسول الله له غوسې سور اوختى، راته يې وويل: ((بريده! آيا پر مؤمنانو وړ نه يم؟)) ورته مې وويل: هو! راته يې وويل: ((د چاچې زه مولا يم؛ علي يې هم مولا دى.))

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: څلورم ټوک، ٣٧٢ مخ) په خپل سند له ميمون بن عبدالله روايت کړى، چې ويلي يې دي: حضرت زيد بن ارقم راته خبرې کولې او ما ورته غوږ نيولى و: يوه ورځ په يوه بيديا کې له رسول الله سره وو، چې نوم يې ((خم)) و، چې حکم يې وکړ: ټول د لمانځه لپاره راټول شئ؛ ډېره ګرمه ورځ وه، تر لمانځه روسته يې خطبه وويله او بيا يې وويل: ((آيا نه پوهېږئ، چې تر هر مؤمن پر هغوى وړيم؟)) ټولو وويل: هو!. بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى؛ خدايه د دښمتانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه.))

ليکوال: دا روايت يې د مسند څلورم ټوک په ٣٧٢ مخ کې له ميمون بن عبدالله څخه په نورو ټکيو نقل کړى، چې ويلي يې دي: له زيد بن ارقم سره وو، چې د فسطاط د سيمې يو سړي حديث وپوښته، چې زيد وويل: د الله تعالی استازي وويل: ((آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟)) وويل شول: هو! بيا يې وويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا وايي: دا حديث طبراني او احمد يوازې له زيد څخه نقل کړى، چې بزار هم نقل کړى دى.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٠٤ مخ) له عمر او ذى مرو زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: رسول الله د “خم غدير” پر ورځ خطبه وويله او بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى. خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه او مرسته د هغه وکړې، چې د علي مرسته کوي.)) بيا وايي: دا حديث احمد او طبراني يوازې له زيدڅخه نقل کړى او بزار هم نقل کړى دى.

ليکوال: متقي هم په کنزالعمال (شپږم ټوک، ١٥٤ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي: طبراني له عمروذى مروزي بن ارقم دواړو څخه نقل کړى دى.

(اما احمد بن حنبل؛ مسند: څلورم ټوک، ٣٦٨ مخ) په خپل سند له عطيه عوفي څخه روايت کړى، چې ويلي دي: زيد بن ارقم ته مې وويل: خسر مې راته ستا له خولې د “خم غدير” په اړه حديث نقل کړى؛ خو خوشحاله به شم، چې پخپله يې ستا له خولې واورم، چې زيد وويل: تاسې د عراق داسې او هغسې ياست. ما وويل: له ما مه ووېرېږه. بيا زيد وويل: هو موږ په “جحفه” کې وو، چې د الله تعالی نبي له خپلې کېږدۍ راووت او حال دا، علي يې له مټه نيولى و، و يې ويل: ((ايها الناس! آيا خبر نه ياست، چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ يم؟)) خلکو وويل: ولې نه خبر وو. بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو تر دې روسته يې علي ولي دى. خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه.)) راته يې وويل: دا هغه څه وو، چې په خپله مې اورېدلي ول.

ليکوال: دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: له عطيه عوفي له زيد بن ارقم څخه روايت دى، چې په “جحفه” کې د “خم غدير” په سيمه کې د الله تعالی رسول علي له مټه ونيو او بيا يې وويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې ولي دى.)) (د ابن جرير خبره ده)

(امام احمد حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٥٢ مخ) په خپل سند له حضرت علي روايتوي، چې رسول الله د “خم غدير” پر ورځ وويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.))

 هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک، ١٠٧ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي: احمد نقل کړى او ويلي يې دي، چې ټول رجال يې ډاډمن دي.

(د امام احمد حنبل مسند: لومړى ټوک، ٣٣٠ مخ) په خپل سند له عمرو بن ميمون څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: له ابن عباس سره ناست وم، چې يوه نهه کسيزه ډله راننووته او و يې ويل: ابن عباسه! يا له موږ سره ولاړ شه او يا دې کور خالي کړه، چې درشو. حضرت ابن عباس وويل: زه درځم. دا هغه وخت و، چې حضرت ابن عباس لا ړوند شوى نه و. وايي: هغوى ولاړل او پر خبرو شول؛ خو موږ پوه نه شو، چې څه يې ويل، چې ناڅاپه مو پام شو، چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډي او روان دى او وايي: تون لعنت دې پر هغوى وي، چې په هغه چا پسې بد رد وايي، چې الله تعالی پر لسو ځانګړنو پسوللى و او بيا يې يوه يوه وشمېرله تر دې چې و يې ويل: رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى.)) (د حديث تر پايه)

دا روايت نسائي هم د خصايص په ٨ مخ، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٣ مخ او د ذخاير په ٨٦ مخ کې يې راوړى او په ذخاير کې يې ويلي: دا ټول روايت احمد، حافظ او ابوالقاسم دمشقي د موافقات او اربعين طوال په کتاب کې راوړى او همداراز په ذخاير کې يې ويلي: نسائي يې هم يوه برخه راخستې ده.

هيثمي په مجمع (نهم ټوک، ١١٩ مخ) کې نقل کړي او ويلي يې دي: احمد او طبراني د کبير او اوسط په کتابونو کې راوړى دى.

(د امام احمد حنبل مسند: پينځم ټوک، ٣٦٥ مخ) په خپل سند له سعيد بن مسيب بن وهب څخه روايت کړى، چې علي د رسول الله پينځه که شپږ اصحابو ته قسم ورکړ او هغوى هم شهادت ورکړ، چې د الله تعالی استازي ويلي ول: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.))

ليکوال: دا روايت نسائي د خصايص په ٢٢ مخ، هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٤ مخ کې راوړى او ويلي يې دي، چې احمد هم نقل کړى او ټول رجال يې سم دي.

(د امام احمد حنبل مسند: لومړى ټوک، ١١٨ مخ) په خپل سند له ابي اسحاق له سعيد بن وهب او زيد بن يثيع څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي په رحبه (کوفه) کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه څه ووايي، چې په “خم غدير” کې يې د الله تعالی له استازي اورېدلي ول. دا مهال د سعيد له اړخه شپږ کسان او د زيد له اړخه هم شپږ کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې رسول الله د “خم غدير” پر ورځ د علي په اړه وويل: ((ايا الله تعالی پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه دى؟)) ټولو وويل: ولې نه همدسې ده. رسول الله وويل: ((خدايه! شاهد وسه د چاچې ته مولا يې؛ نو علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.))

ليکوال: دا روايت هيثمي د مجمع الزوايد د نهم ټوک په ١٠٧ مخ کې راوړى او پکې راغلي: د سعيد له اړخه شپږ تنه او د زيد له پلوه اوه تنه پاڅېدل او ليېنه-شاهدي يې ورکړه اوبيا وايي: دا روايت عبدالله او بزار پوره نقل کړى دى.

 دا روايت نسائي هم د خصايص په ٢٢ او ٤٠ مخونو کې او احمد بن حنبل روسته تردې چې له ابي اسحاق له سعيد بن وهب او له زيد بن يثيع څخه نقل کړى، وايي: دې حديث ته ورته يو بل حديث له ابي اسحاق له عمروذى مر څخه روايت شوى؛ خو په دومره توپير، چې په پاى کې يې راغلي دي: ((خدايه مرسته وکړې د هغوى چې د علي مرسته کوي.)) بيا يې درېیم حديث له ابي طفيل له زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې د پورتني حديث په څېر دى.

(د امام احمد حنبل مسند: لومړى ټوک، ١١٩ مخ) په خپل سند له عبدالرحمان بن ابي ليلي روايت کړى، چې ويلي يې دي: له علي سره په رحبه (کوفه) کې وم، چې خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د الله تعالی له استازي اورېدلي: ((د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) عبدالرحمان وايي: هغه دولس تنه پاڅېدل، چې د بدر په جګړه کې يې ګډون کړى و او داسې يې راته څېرې يادې دي؛ لکه همدا اوس مې، چې سترګو ته مخامخ وي او ټولو وويل: په “خم غدير” کې مو د الله تعالی له استازي واورېدل: ((آيا پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟ آيا زما مېرمنې د هغوى ميندې نه دي؟)) ټولو وويل: هو همداراز ده! بيا يې وويل: ((اوس چې داسې ده؛ نو د چاچې زه ولي وم؛ نو علي يې ولي دى؛ خدايه! د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه.))

ليکوال: دا روايت خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د څلوارلسم ټوک په ٢٣٦ مخ او هيثمي هم په مجمع کې راوړى او ويلي يې دي: ابويعلي نقل کړى او رجال يې ډاډمن دي او عبدالله بن احمد هم نقل کړى دى.

متقي هم د کنزاالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٧مخ کې نقل کړى او ويلي يې دي: ابويعلي، ابن جرير، سعيد بن منصور نقل کړى. ابن اثيرجرزي په د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٨ مخ کې او طحاوي هم د مشکل آثار د دويم ټوک په ٣٠٨ مخ کې نقل کړى دى.

(د امام احمد حنبل مسند: لومړى ټوک، ٨٨ مخ) په خپل سند له زياد بن زياد څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: وا مې ورېدل، چې علي بن ابيطالب خلکو ته قسم ورکوي، چې هغه کسان دې له ځايه پاڅي، چې د “خم غدير” پر ورځ يې له رسول الله اورېدلي: ((د چا چې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى.)) دا مهال دولس تنه بدري پاڅېدل.

ليکوال: دا روايت محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٠ مخ کې او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې راوړى او هيثمي ويلي: احمد يې راويان ډاډمن ګڼلي دي.

(د امام احمد حنبل مسند: لومړى ټوک، ٨٤ مخ) په خپل سند له زاذن ابن عمر څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: په رحبه (کوفه) کې وم، چې علي خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د الله تعالی له استازي اورېدلي: ((د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) دا مهال دريالس تنه پاڅېدل او ګواهي يې ورکړه، چې د الله تعالی له استازي يې اورېدلي: ((د چا چې زه مولا يم نو علي يې هم مولا دى.))

ليکوال: دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٧ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: احمد بن حنبل په مسند او ابن ابي عاصم په خپل سنن کې نقل کړى دى.

(د امام احمد حنبل مسند: پينځم ټوک، ٣٠٧ مخ) په خپل سند له زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي خلکو ته قسم ورکړ او و يې ويل: هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د الله تعالی له استازي اورېدلي: ((خدايه ! د چاچې زه مولا يم؛ علي يې هم مولا دى؛ خدايه د وستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه)) دا مهال شپاړس تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه.

ليکوال: دا روايت محب طبري د رياض النضره د شپږم ټوک په ١٧٠ مخ او هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک، ١٠٦ مخ)کې راوړى او په پاى کې يې هيثمي ويلي دي: راوي وايي: زه له هغوى وم، چې دا شهادت مې پټ کړ او ړوند شوم او بيا يې ويلي: طبراني د کبير او اوسط په دوو کتابونو کې د شهادت د پټولو او د علي له ښېرو پرته نقل کړى او بيا يې ويلي: د اوسط روايان ټول ډاډمن دي.

(مسندا مام احمد حنبل: څلورم ټوک، ٣٧٠ مخ) په خپل سند له ابي الطفيل څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي په رحبه کې خلکو ته وويل: هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د الله تعالی له استازي اورېدلي: ((د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) دا مهال دېرش تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه. ابونعيم ويلي: يوه ډله پاڅېده او ليېنه يې ورکړه، چې د الله تعالی استازي حال دا، علي له لاسه نيولى و، وويل: ((آيا پوهېږئ، چې زه پر مؤمنانو پر هغوى وړ يم؟)) خلکو وويل: همداراز ده رسول الله! بيا يې رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه! د دښمنانو يې دښمن او دوستانو يې دوست وسه .)) وايي: په زړه کې مې اړنګ-شک و او راووتم، چې حضرت زيد بن ارقم مې مخې ته راغى او ورته مې وويل: علي داسې خبره وکړه. زيد راته وويل: له دې خبرې څوک سترګې نشي پټولاى؛ دا خبره ما پخپله د الله تعالی له رسوله اورېدلې ده.

ليکوال: دا روايت نسائي د خصايص په څلورم مخ کې له ابي الطفيل له عامر بن واثله له دوو لارو نقل کړى دى، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په١٦٩ مخ کې نقل کړى او په نقل کې يې راغلي: خلک پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه او په پاى کې يې راغلي: ابونعيم وويل: ما له فطر څخه چې ددې روايت راوي و، وپوښتل: د هغه د مړينې او ددې خبرې ترمنځ څومره واټن و. و يې ويل: سل ورځې. بيا وايي: ابوحاتم دا حديث نقل کړى او ويلي يې دي: د ابو نعيم مراد د علي مرګ و.

(مسندا امام احمد بن حنبل: پينځم ټوک، ٤١٩ مخ) په خپل سند له رياح بن حارث څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: په رحبه کې يوه ډله علي ته راغله او ورته يې وويل: السلام عليکم يا مولانا! علي وويل: زه څنګه ستاسې مولا يم حال دا، عرب ياست؟ ورته يې وويل: موږ د الله تعالی له استازي واورېدل، چې د “خم غدير” پر ورځ يې وويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.)) رياح وايي: همداچې دا ډله له علي بېله شوه؛ نو زه ورپسې ولاړم او پوښتنه مې ترې وکړه: څوک ياست؟ و يې ويل: موږ انصار يو.

ددې حديث تر نقلولو روسته په لږ اختلاف له بلې لارې همدا حديث نقل کړى دى. هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک، ١٠٣ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي: احمد او طبراني نقل کړى دى: د الله تعالی له استازي مو واورېدل چې ويل يې: ((د چا چې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.)) اوس ابو ايوب له موږ سره دى. بيا ابو ايوب خپله پګړۍ له خپل تندي اوچته کړه او و يې ويل: ما له رسول الله اورېدلي، چې و يې ويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.)) بيا وايي: ددې روايت ټول راويان ډاډمن دي.

(د امام احمد بن حنبل مسند: پينځم ټوک، ٣٥٠ مخ) په خپل سند له ابن بريده له پلاره روايتوي، چې ويلي يې دي: رسول الله جګړې ته ولېږلو او علي يې زموږ مشر کړ؛ نو چې راستانه شو، راته يې وويل : ((له مشر سره مو سفر او ناسته پاسته څنګه وه؟)) زما نه يادېږي، چې ما شکايت وکړ او که بل چا. زما تل دا عادت و، چې سترګې به مې لاندې وې؛ خو چې سترګې مې راپورته کړې؛ نو و مې ليدل، چې د الله تعالی د نبي څېره له غوسې سره شوې او وايي: ((د چاچې زه مولا يم؛ علي يې ولي دى.))

ليکوال: دا روايت نسائي د خصايص په ٢١ مخ، متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٨ مخ کې راوړى او متقي په پاى کې راوړي : دا مې چې واورېدل؛ نو په زړه کې علي ته کينه مې له منځه ولاړه او تر دې روسته مې هېڅکله ورپسې بدرد و نه ويل.

 دا روايت هيثمي په مجمع (نهم ټوک، ١٠٨ مخ) کې راوړى او په پاى کې يې ويلي چې و یې ويل: تر دې روسته به دې د علي په اړه خپه نه کړم.

 بيا هيثمي وايي: دا روايت بزار هم نقل کړى او ټول رجال يې ډاډمن دي.

(فخر رازي؛ کبير تفسير) د مائدې د سورت د (يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک) آيت تر تفسير لاندې ليکي: لسم _؛ يعنې د آيت په نزول کې لسمه وجه _ د علي په فضليت کې راغلې او تر راتلو روسته يې رسول الله علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.)) بيا حضرت عمر، حضرت علي ته وويل: مبارک دې شه چې زما، د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې. بيا وايي: دا خبره _ دا چې دا آيت د علي په فضيلت کې راغلى دى _ مې له حضرت ابن عباس، براء بن عازب او محمد بن علي نقل کړې ده.

(ابي نعيم؛ حلية الالياء: پينځم ټوک، ٢٦ مخ) په خپل سند له عميرة بن سعد څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي پر ممبر ناست و، چې د رسول الله اصحابو ته، چې ابوسعيد، ابوهريره، انس بن مالک (رضى الله عنهم) او نهه تنه نور ول، قسم ورکړ، چې آيا تاسې د الله تعالی له رسوله نه دي اورېدلي چې و یې ويل: ((د چاچې مولا وم؛ علي يې ولي دى.)) ټول پاڅېدل او و یې ويل: له رسول الله مو دا خبره اورېدلې ده؛ خو په دوى کې يو کس پا نه څېد، چې علي وويل: څه فکر دې وکړ، چې پا نه څېدې؟ ورته يې وويل: اميرالمؤمنيه! زوړ شوى يم او راڅخه هير شوي دي. علي وويل: خدايه! که دروغ وايي؛ نو پر نه رغېدونکي رنځ يې خسي کړې. د هغه سړي د دوو سترګو په منځ کې يوه غوټه راووته، چې پګړۍ به هم نه شوه پټولاى.

ليکوال: دا کيسه هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې راوړې او ويلي يې دي: طبراني د اوسط او صغير په دوو کتابونو کې راوړې او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٣ مخ کې راو ړې اوويلي يې دي: طبراني په اوسط کې راوړې ده.

(حلية الاولياء: پينځم ټوک) د عمرو بن عبدالعزير د تاريخ په پاى کې په خپل سند له يزيد بن عمر بن مورق څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: په شام کې وم، چې عمر بن عبدالعزيز خلکو ته تنخوا ورکوله، چې زه هم ورغلم او راته يې وويل: له کوم ټبر يې؟ ورته مې ويل: قريش! و يې ويل: په قريشو کې له کوم ټبر يې؟ و مې ويل: بني هاشم! پوښتنه يې وکړه: په بني هاشمو کې د کومې پرګې يې؟ چوپ پاتې شوم او ځواب مې ور نه کړ، چې بيا يې پوښتنه وکړه: په بني هاشمو کې د کومې پرګې يې؟ ورته مې وويل: د مولا علي له پرګې؟ پوښتنه يې وکړه: علي څوک دى؟ بيا چوپ شوم. بيا يې زما په سينه لاس کېښود او راته يې وويل: پر الله تعالی چې زه هم د علي مينوال يم.

 بيا وايي: ځينو راته نقل کړى، چې د الله تعالی له استازي يې اورېدلي: ((د چا چې زه مولا وم؛ علي يې ولي دى.)) بيا يې ويل: مزاحمه دې سړى ته دې څومره ورکړې؟ و يې ويل: سل که دوه سوه درهمه. عمر وويل: دې سړي ته پنځوس ديناره ورکړه. ابي داوود وايي: شپېته ديناره ورکړه، چې د علي مينوال دى. بيا يې وويل: خپلې سيمې ته ستون شه اوچې څومره مې ستا په څېر کسانو ته ورکړي، هملته به يې درلېږم.

ليکوال: دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٣٨٣ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى.

(د بغداد تاريخ: اووم ټوک، ٣٧٧ مخ) خطيب په خپل سند له انس څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: له رسول الله مې واورېدل: ((د چا چې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.))

(د بغداد تاريخ: اتم ټوک، ٢٩٠ مخ) خطيب په خپل سند له حضرت ابي هريرة څخه روايتوي، وايي: څوک چې د ذي الحجه پر اتلسمه روژه شي؛ نو د شپېتو روژو ثواب به ورکړ شي؛ ځکه د “خم غدير” ورځ ده او پر دې ورځ رسول الله علي له لاسه ونيو او خلکو ته يې وويل: ((آيا زه د مؤمنانو ولي نه وم؟)) خلکو وويل: هو رسول الله! ته زموږ ولي يې. بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.)) بيا حضرت عمر بن خطاب راغى او علي ته يې وويل: بخ بخ لک يا بن ابيطالب چې زما او د هر مسلمان مولا شوې، چې بيا د (اليوم اکملت لکم دينکم) آيت راغى. (د حديث تر پايه)

(د بغداد تاريخ: دولسم ټوک، ٣٤٣ مخ) په خپل سند له فضل بن ربيع له پلار يې له منصور او هغه هم له خپل پلار له خپل نيکه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.))

(خصايص نسائي: ٢١ مخ) په خپل سند له ابي الطفيل له زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې و يې ويل: رسول الله چې له حجةالوداع څخه راستون شو؛ نو په “خم غدير” کې تم شو او حکم يې وکړ، چې ترنو لاندې ځمکه جارو کړئ او بيا يې وويل: ((ګواکې بلل شوىيم او ما هم منلې ده؛ زه په تاسې کې دوه ستر ګران بيه څيزونه پرېږدم، چې يو يې تر بله ستر دى؛ د الله تعالی کتاب او عترت مې اهلبيت؛ نو ګورم، چې تر ما روسته به ورسره څرنګه چلن کوئ او هغوى دواړه زما ځايناستي دي چې دواړه يو له بله نه بېلېږي، چې د قيامت پر ورځ مې د کوثر د حوض تر غاړې وويني؛ الله تعالی زما مولا او زه د هر ولي مؤمن يم)) او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.)) ما يزيد ته وويل: آيا دا هر څه دې په خپله له رسول الله اورېدلي دي؟ و يې ويل : په هغه دوحات (ونو) کې به داسې څوک نه ول، چې په سترګو به يې نه وي ليدلي او په غوږونو به يې دا خبره نه وي اورېدلي.

ليکوال: دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: ابن جرير نقل کړى او دې ورته يو بل روايت يې له عطيه عوفي له ابي سعيد خدري نقل کړى دى.

(خصايص نسائي: ٢٢ مخ) په خپل سند له سعد څخه روايت کړى، چې وايي: رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.))

(خصايص نسائي: ٢٥ مخ) په خپل سند له سعد څخه روايتوي، چې رسول الله علي له لاسه ونيو، خطبه يې وويله او بيا يې وويل: ((آيا خبر نه وئ، چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ يم؟)) ټولو ورته ووويل: هو خبر وو. بيا رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.))

ليکوال: دا روايت هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک، ١٠٧ مخ) کې په لنډه راوړى او ويلي يې دي: بزار رانقل کړى او ټول رجال يې ډاډمن دي.

(خصايص نسائي: ٢٥ مخ) په خپل سند له سعد څخه روايت کړى، چې له رسول الله سره د مدينې پر لار وو؛ نو چې کله د “خم غدير” سيمې ته راورسېد؛ خلک يې ودرول او حکم يې وکړ، چې مخکې تللي راستانه او شاته پاتيو ته په تمه شئ او همداچې ټول راټول شول، د الله تعالی نبي وويل: ((خلکو! ستاسې ولي او د واک خاوند څوک دى؟)) خلکو وويل: الله تعالی او رسول يې! الله تعالی او رسول يې! الله تعالی او رسول يې! بيا رسول الله علي له لاسه ونيو او په جيګ غږ يې وويل: ((د چا چې الله تعالی او رسول يې ولي وي؛ نو علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.))

(خصايص نسائي: ٢٢ مخ) په خپل سند له عمرو بن سعد څخه روايت کړى: په رحبه (کوفه) کې وم، چې علي خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د الله تعالی له استازي اورېدلي: ((د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) دا مهال شپږ تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه.

(خصايص نسائي: ٢٣ مخ) په خپل سند له شريک له ابي اسحاق له زيد بن يثيع څخه روايت کړى، چې وايي: په رحبه (کوفه) کې وم، چې علي خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د الله تعالی له استازي اورېدلي: ((د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) دا مهال د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم شپږ تنه اصحاب پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه، چې د الله تعالی له استازي يې اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) شريک وايي: ما ابي اسحاق ته وويل: آيا له براء بن عازب څخه دې اورېدلي، چې داسې خبره يې له رسول الله نقل کړې ده؟ و يې ويل: هو.

(خصايص نسائي: ٢٦ مخ) په خپل سند له عمروذى مر څخه روايت کړى، چې وايي: په رحبه (کوفه) کې وم، چې علي د رسول الله مبارک اصحابو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د الله تعالی له استازي اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) دا مهال ديارلس کسان پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه، چې د الله تعالی له استازي يې اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه او خدايه مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي))

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٩ مخ) وايي: او له هغه _؛ يعنې له رياح _ روايت شوى چې ويلي يې دي: يوه ورځ علي په يوه ډله کې ناست و، چې يو سړى، چې معلومېده له سفره راغلى، وويل: السلام عليک يا مولاى! علي وويل: څوک يې؟ و يې ويل: ابو ايوب انصاري يم. علي وويل: ځاى ورکړئ. اصحابو ځاى ورکړ او ابو ايوب کېناست او و يې ويل: د الله تعالی له استازي مې واورېدل: ((د چا چې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى.)) محب طبري وايي : دا روايت بغوي په خپل معجم کې راوړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٢٩ مخ) وايي: ابن السمان له حضرت عمر څخه روايت کړى، چې وايي: رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى)) او په ١٧٠ مخ کې يې له عمر څخه روايت کړى، چې وايي: علي د هغه مولا دى، چې رسول الله يې مولا و. بيا وايي: له سالم څخه روايت دى، چې يو سړي حضرت عمر ته وويل: ته ولې له علي سره داسې په درناوي چلن کوې، چې د الله تعالی د نبي له يوه صحابي سره يې نه کوې؟ ورته يې وويل: ځکه هغه مې مولا دى.

 دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي، چې دارقطني هم نقل کړى دى.

(ابن حجر؛ صواعق محرقه: ٢٥ مخ) وايي: طبراني او نورو په خپل صحيح سند روايت کړى، چې د الله تعالی استازي په “خم غدير” کې تر ونو لاندې وويل: ((خلکو! پالونکي خبر کړى يم، چې پېغمبران د تېر پېغمبر په نيمه عمر کوي او ګواکې ما ته ژر بلنه راکړه شي او زه يې ومنم، زه مسئول يم او تاسې هم مسئول ياست او ټوو پوښتل کېږي؛ نو ستاسې نظر څه دى؟)) وويل شول: موږ ليېنه ورکوو، چې خپله دنده دې ښه او بشپړه تر سره کړه؛ خپل کوښښ دې وکړ او د ټولو ښېګڼه غواړى وې، الله تعالی دې خېر درکړي. رسول الله وويل: ((آيا شهادت نه ورکوئ، چې بې له خدايه بل معبود نشته، محمد د الله تعالی بنده او استازى يې دى، جنت يې حق، اور يې حق، تر مړينې روسته قيامت حق، قيامت راتلونکى او هېڅ شک پکې نشته، ټول خلک به د قيامت پر ورځ له قبرونو راپاڅي؟)) ټولو وويل: ولې نه! شهادت مو ورکاوه او ورکوو به يې. رسول الله مبارک وويل: ((خلکو! الله تعالی زما مولا او زه د مؤمنانو ولي يم او زه پر مؤمنانو پر هغوى وړ يم او د واک خاوند يې هم يم؛ نو د هر چا چې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. خلکو! زه درنه مخکې ځم، موږ او تاسې به د قيامت پر ورځ د حوض کوثر تر غاړې وينو، چې له بصرې تر صنعا (شام او يمن) پلن او پکې د اسمان د ستوريو هومره د نقرې جامونه دي او هلته مو چې سره وليدل؛ نو دوو څيزونو پوښتنه به درڅخه کوم؛ نو پام مو وسه، چې څرنګه چلن ورسره کوئ، چې “اکبر ثقل” يې د الله تعالی کتاب دى، چې له يوه اړخه د الله تعالی په لاس کې او له بل اړخه ستاسې په لاس کې دى؛ نو منګولې پرې ولګوئ، چې بې لارې نشئ او بل يې “عترت” او زما “اهلبيت” دي او ځيرن باخبر څښتن مې خبر راکړى، چې دوى به تر هغه يو له بله بېل نشي، چې د حوض کوثر تر غاړې درسره وويني.))

(کنزالعمال: لومړى ټوک، ٤٨ مخ) په دې عبارت راوړى دى: ((داسې پېغمبر نه دى راغلى، چې د پخواني پېغمبر په نيمه به يې ژوند نه وي کړى او نږدې ده، چې ما ته هم بلنه راکړه شي او زه يې هم ومنم، ستاسې نظر څه دى او او زما په اړه څه وياست؟)) وويل شول: تا د ټولو ښېګڼه غوښته. رسول الله وويل: مګر داسې نه وه، چې شهادت مو ورکړى و، چې بې له خدايه بل الله تعالی نشته او محمديې بنده او استازى دى او شهادت مو ورکړى، چې جنت، دوزخ او له مړينې روسته ژوند حق دى؟)) ټولو وويل: ولې نه شهادت ورکوو. رسول الله وويل: ((زه هم درسره شهادت ورکوم؛ پوه شئ، چې زه به درنه مخکې حوض کوثر ته ولاړ شم او تاسې به هم راپسې راشئ، چې بر يې له صنعا (يمن) تر بصرا (شام) پورې دى او د اسمان د ستوريو هومره جامونه پکې دي؛ نو ګورم، چې تر ما روسته له “ثقلين” سره څرنګه چلن کوئ؟)) وپوښتل شو: ثقلين څه دي؟ رسول الله وويل: ((يو يې د الله تعالی کتاب دى، چې يو اړخ يې له الله تعالی او بل اړخ يې له تاسې سره دى؛ نو منګولې پرې ولګوئ، چې بې لارې نشئ او دويم يې عترت زما اهلبيت دي او ځيرن باخبر څښتن مې خبر راکړى، چې هغوى دوه يو له بله نه بېلېدونکي دي، چې د کوثر د حوض تر غاړې مې وويني او ما له خدايه هغوى ته همداراز غوښتي؛ نو ترې مخکې نشئ، چې ورک به شئ او کوښښ مه کوئ، چې څه ورزده کړئ؛ ځکه هغوى تر ټولو پوه دي؛ نو د هر چاچې زه ولي او د واک خاوند وم؛ علي يې ولي او د واک خاوند دى؛ نو خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.))

متقي بيا وايي: دا روايت طبراني په کبير کې له ابي الطفيل له حضرت زيد بن ارقم او هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک، ١٦٣مخ) کې په لږ اختلاف له حضرت زيد بن ارقم څخه په لږ اختلاف داسې نقل کړى: رسول الله په “جحفه” کې واړوله او بيا يې د الله تعالی تر ستاينې روسته خلکو ته وويل: ((داسې پېغمبر نه پېژنم، چې الخ بيا وايي: له دې هم په يوه لنډ روايت کې راغلي، چې د سپينو زرو د جامونو پر ځاى په کې د سرو زرو جامونه راغلي دي، بيا وايي: روايت دى، چې کله د الله تعالی نبي له حجة الوداع راستون شو؛ نو په “خم غدير” کې تم شو او حکم يې وکړ، چې تر ونو لاندې سيورى جارو کړئ او بيا پاڅېد او خلکو ته يې وويل: ((ګواکې بلل شوى يم او ما هم و منله)) (او په پاى کې وايي) ما يزيد ته وويل: آيا دا حديث دې په خپله له رسول الله اورېدلى دى؟ را ته يې وويل: تر هغو ونو لاندې به داسې څوک نه و، چې د الله تعالی د رسول غږ به يې په خپلو دوو غوږونو نه وي اورېدلى او په سترګو به يې نه وي ليدلاى.

 (کنزالعمال: لومړى ټوک، ٤٨ مخ) په دې عبارت راوړى: ((لطيف او خبير څښتن خبر راکړى، چې پېغمبران د تېر پېغمبر د عمر په نيمايي ژوند کوي او نږدې ده، چې و بلل شم او زه هم بلنه ومنم او زه تاسې او خپل ځان مسئول ګڼم؛ نو اوس مې د دندې په اړه څه وياست؟)) وويل شول: شهادت ورکوو، چې خپل رسالت دې ښه ترسره کړ او کوښښ او جهاد دې وکړ او د ټولو ښېګڼه دې وغوښته. بيا رسول الله وويل: ((آيا شهادت ورکوئ، چې بې له خدايه بل الله تعالی نشته او محمد د الله تعالی بنده او استازى دى، جنت حق دى، اور حق دى، مرګ حق دى او تر مړينې روسته راژوندي کېدل حق دي، قيامت راتلونکى دى او اړنګ پکې نشته او الله تعالی به ټول خلک له قبرونو راژوندي کوي؟ خلکو! الله تعالی زما مولا او زه د ټولو مؤمنانو مولا يم او تر هغوى وړ او واک يې لرم؛ نو د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ نو خدايه د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن و سه. خلکو زه درنه مخکې تلونکى يم او تاسې به راسره د هغه حوض تر غاړې ووينئ، چې بر يې له بصرا (شام) تر صنعا (يمن) پورې او د اسمان د ستوريو هومره د سپينو زرو جامونه پکې دي او هلته مو چې راسره وليدل؛ نو زه به درنه د ثقلينو پوښتنه کوم؛ نو ګورم، چې څرنګه چلن ورسره کوئ، چې يو يې “اکبر ثقل”؛ د الله تعالی کتاب دى، چې يو اړخ يې له الله تعالی سره او بل يې له تاسې سره دى؛ نو منګولې پرې ولګولئ، چې بېلارې نشئ او نور درباندې واکمن نشي او بل يې زما عترت اهلبيت دي، چې لطيف او خبير الله تعالی مې خبر راکړى، چې دوى به هېڅکله يو له بله بېل نشي، چې د حوض کوثر تر غاړې راسره وويني.))

 بيا کنزالعمال وايي: دا روايت حکيم ترمذي په نوادر الاصول او طبراني په کبير کې له ابي الطفيل له حذيفه بن اسيد څخه نقل کړى دى.

ليکوال: دا روايت هيثمي په مجمع (نهم ټوک، ١٦٤ مخ) کې راوړى او په پيل کې يې ويلي دي: له حذيفه بن اسيد څخه روايت دى، چې کله د الله تعالی نبي له حجة الوداع څخه راستون شو؛ نو خپل اصحاب يې له تلو وژغورل او بيا يې حکم وکړ، چې تر ونو لاندې سيورى له خاشاکو او خسو پاک کړئ او هلته يې لمونځ وکړ او بيا پاڅېد او خلکو ته يې وويل: ((لطيف او خبير الله تعالی مې خبر کړى يم، چې (د حديث تر پايه)

 او بيا يې وويل: دا حديث طبراني نقل کړى او کنزالعمال هم د دويم ځل لپاره د درېیم ټوک په ٦١ مخ کې نقل کړى او يې ويلي: له ابي الطفيل عامر بن واثله له حذيفه بن اسيدغفاري څخه د هيثمي په څېر حديث نقل کړى دى.

 همداراز ابن اثير په اسدالغابه (درېیم ټوک، ٩٢ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي: له ابي الطفيل عامر بن واثله له حذيفه بن اسيد غفاري او عامر بن ليلي بن ضمرة روايت دى، چې ويلي يې دي: : رسول الله، چې له حجة الوداع راستون شو، د “خم غدير” پر ورځ يې وويل: ايها الناس! لطيف او خبير الله تعالی مې خبر راکړى. (د حديث تر پايه)

 همداراز ابن حجر په اصابة (څلورم ټوک، ٦١ مخ) کې په لنډه نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٣ مخ) وايي: ((علي بن ابيطالب د هغه مولا دى، چې زه يې مولا وم.))

 دا روايت محمالي هم په امالي کې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى.

ليکوال: دا روايت مناوي هم په فيض القدير (څلورم ټوک، ٣٥٨ مخ) او کنوزالحقايق (٩٢ مخ) او علي بن سلطان هم د مرقات پينځم ټوک په ٥٦٨ مخ کې راوړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٤ مخ) په دې عبارت نقل کړى: ((پوه شئ! الله تعالی زما ولي او زه د هر ولي مؤمن يم او د چاچې ولي وم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا متقي وايي: دا روايت ابونعيم د فضايل الصحابه په کتاب کې له حضرت زيد بن ارقم له براء بن عازب څخه نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٤ مخ) داسې عبارت راوړى دى: ((خدايه! د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هر هغه چاچې د علي مرسته کوي.)) متقي وايي: طبراني له حبشي بن جناده نقل کړى دى.

ليکوال: دا روايت هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: د “خم غدير” پر ورځ مې د الله تعالی له رسوله واورېدل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.)) (د حديث تر پايه) هيثمي وايي: دا روايت طبراني نقل کړى او ټول رجال يې ډاډمن دي.

ليکوال: محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٩ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: مخلص ذهبي نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٤ مخ) داسې عبارت راوړى دى: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.))

متقي وايي: دا روايت طبراني له ابي عمرو له ابن ابي شيبه له حضرت ابي هريرة او د الله تعالی د رسول له دولس نورو اصحابو نقل کړى او احمد بن حنبل، طبراني، سعيدبن منصور له ابي ايوب او له نورو اصحابو کرامو نقل کړى، حاکم له حضرت علي او حضرت طلحه نقل کړى او احمد بن حنبل، طبراني، سعيدبن منصور له علي او دېرشو نورو اصحابو نقل کړى او ابونعيم د فضائل الصحابه په کتاب کې له سعد او خطيب له انس څخه نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٠ مخ) وايي: له ميمون بن عبدالله روايت دى: له زيدبن ارقم سره وو، چې يو سړي د علي په اړه پوښتنه وکړه. زيد وويل: له رسول الله سره د مکې او مدينې تر منځ په سفر کې وو، چې په “خم غدير” نومې ځاى کې تم شو، بيا د جمې د لمانځه لپاره اذان وشو، خلک راټول شول او رسول الله د الله تعالی تر ستاينې روسته وويل: ((خلکو! آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم او د واک خاوند يې نه يم؟)) وويل شول: هو همداسې ده او موږ شهادت ورکوو، چې ته د هر مؤمن واک او اختيار لرې او تر هغوى وړ يې . بيا رسول الله مبارک وويل: ((پوه شئ! د چاچې زه مولا وم دايې مو لا دى.)) دا مهال يې علي له لاسه ونيو او خلکو ته يې وښود.

بيا يې وويل: ((خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) (بيا وايي: دا خبره د ابن جرير طبري ده)

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٧ مخ) له عبدالرحمان بن ابي ليلى روايت کړى، چې وايي: حضرت علي خطبه وويله او بيا يې خلکو ته وويل: ستاسې دې پر اسلام قسم وي او هغه کسان دې پاڅي، چې د “خم غدير” پر ورځ يې له رسول الله اورېدلي و ي: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي او مرسته و نه کړې د هغه چې د علي له مرستې ځان ژغوري)) دا مهال لس او څو تنه نور پاڅېدل او شهادت يې ورکړ؛ خو هغوى چې پا نه څېدل او شهادت يې ور نه کړ؛ نو تر مړينې مخکې يا ړانده شول او يا د برګي پر ناروغۍ اخته شو. (خطيب ددې کسانو نوم ذکر راوړى دى)

(کنزالعمال: شپږ م ټوک، ٣٩٧ مخ) له حضرت علي روايتوي او وايي: رسول الله وويل: ((آيا پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟))وويل شول: هو همداراز ده. بيا پاک نبي وويل: ((د چاچې زه ولي يم؛ هغه يې ولي دى)) (له ابن عاصم څخه روايت شوى دى))

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٨ مخ) له جابر بن سمرة روايتوي، چې ويلي يې دي: په “جحفه” کې په “خم غدير” کې وو، چې و موليدل رسول الله علي له لاسه نيولى، وايي: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى)) (روايت له ابن ابي شيبه شوى دى))

 (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٨ مخ) له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي: په جحفه کې په “خم غدير” کې له رسول الله سره وو، چې د جهينيه، مزينة او د غفار د ټبر ډېر خلک راټول شوي وو، چې رسول الله مبارک له خپلې کېږدۍ راووت او په خپل لاس يې درې ځل اشاره وکړه او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) (بزار)

 (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٩ مخ) له جرير بجلي روايتوي او وايي: د حج په موسم کې له رسول الله سره وو، هغه د حجة الوداع سفر و، چې “خم غدير” ته راورسېدو، چې د جمې د لمانځه لپاره غږ وشو، ټول لمونځ ته راټول شول؛ مهاجر او انصار ټول سره راټول شوي ول، رسول الله زموږ د ټولو په منځ کې ولاړ و او و يې ويل: ((خلکو! پر څه شهادت ورکوئ؟)) وويل: پردې چې بې له خدايه بل الله تعالی معبود نشته!. بيا يې وپوښتل: ((نور پر څه شهادت ورکوئ)) وويل شول: داچې محمد د الله تعالی بنده او استازى دى!. بيا يې وپوښتل: ((ولي مو څوک دى؟)) وويل شول: الله تعالی او استازى يې! بيا يې وپوښتل: (ولي مو څوک دى؟)) او بيا يې دواړه لاسونه بډ وهل او علي يې له لاسونو ونيو او په جيګ غږ يې وويل: ((د چاچې الله تعالی او استازى يې مولا دى؛ نو دا يې هم مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) (د حديث تر پايه) (طبراني)

ليکوال: دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې په لنډه او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٩ مخ) وايي: حضرت علي وايي: رسول الله په “خم غدير” کې تر ونې لاندې کېږدۍ ووهله او بيا له کېږدۍ راووت او علي يې له لاسه ونيو او و يې ويل: ((خلکو! آيا شهادت مو نه ورکاوه، چې پالونکى څښتن مو معبود دى؟)) وويل شول: هو شهادت ورکوو. بيا يې وپوښتل: ((آيا شهادت مو نه ورکاوه، چې ستاسې د واک خاوند الله تعالی او استازى يې دى؟ او داچې پېغمبر مو مولا دى؟)) وويل شول: هو شهادت ورکوو. بيا رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى او په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم، چې که منګولې مو پرې ولګولې؛ نو هېڅکله به بېلارې نشئ؛ يو د الله تعالی کتاب دى، چې يو اړخ يې له الله تعالی او بل يې له تاسې سره دى او دويم يې زما اهلبيت دي.))

 (ابن جرير، ابن ابي عاصم او محاملي په امالي کې راوړى او محاملي صحيح ګڼلى دى)

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٣ مخ) له عمير بن سعد څخه روايت کړى، چې وايي: علي په رحبه (کوفه) کې خلکو ته چې زه هم پکې وم، قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د الله تعالی له استازي اورېدلي وي: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا اتلس تنه پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې دا خبره مو د الله تعالی له استازي اورېدلې ده. (طبراني په اوسط کې راوړى دى)

ليکوال: هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې نقل کړى او ويلي يې دي، چې سند يې صحيح دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٣مخ) حضرت زيد بن ارقم: حضرت علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د الله تعالی له استازى اورېدلى وي: ((ايا خبر نه ياست چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ او د واک خاوند يې يم او د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا دولس تنو پر دې خبره شهادت ورکړ.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٣ مخ) ابي اسحاق له عمرو ذى مرو له سعيدبن وهب له زيد بن يثيع: وا مو ورېدل، چې علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاځي، چې په “خم غدير” کې يې د الله تعالی له استازي اورېدلې وي: ((زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ او د واک خاوند يې يم، د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى خدايه د دوستانو يې دوست او دښمانو يې دښمن وسه او مرسته د هغه و نه کړې، چې د علي مرسته نه کوي)) بيا ديارلس تنو شهادت ورکړ، چې دا خبره يې د الله تعالی له استازي اورېدلې ده.

 (ابن بزار، ابن جرير او خلعي په خلعيات کې راوړى او هيثمي وايي: ددې حديث ټول رجال ډاډمن دي)

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٥ مخ) سعد: د الله تعالی له استازي مې د علي درې ځانګړنې واورېدې، چې که يوه يې هم زما وه؛ نو په دنيا کې به تر هر څه راته ښه وه؛ لومړى: رسول الله علي ته وويل: ((داسې راته يې؛ لکه هارون، چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ)) دويم: ورته يې وويل: ((سبا به د د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې الله تعالی او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر الله تعالی او استازي يې ګران دى؛ هغه چې هېڅکله له جګړې نه تښتي.)) درېیم: ((د چا چې زه مولا يم؛ علي يې ولي دى.)) (متقي وايي: دا روايت ابن جرير طبري نقل کړى دى)

 (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٦مخ) علي وايي: د “خم غدير” پر ورځ يې رسول الله له لاسه ونيو او خلکو ته يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) (د حديث تر پايه) بيا وايي: (راهويه او اين جرير نقل کړى دى)

(اصابه: لومړى ټوک، لومړى قسم، ٣١٩ مخ) وايي: ابن عقده د موالات په کتاب کې له حبة بن جوين روايتوي، چې وايي: د “خم غدير” ورځ وه، چې رسول الله حکم وکړ: جارچييان دې غږ کړي (الصلاة جامعة) ابن جوين تر هغه حديث روسته د (من کنت مولاه فعلى مولاه) روايت داسې نقلوي، چې د علي لاس يې پورته او دومره يې پورته کړ، چې ما يې تخرګونه وليدل او زه پر هغه ورځ مشرک وم.

ليکوال: دا روايت ابن اثير جرزي هم په اسدالغابه (لومړي ټوک، ٣٦٧ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي: له يعقوب بن يوسف (تردې چې وايي) له حبة بن جوين عرني بجلي روايت شوى، چې و یې ويل: د “خم غدير” پر ورځ د الله تعالی رسول د جماعت د لمانځه حکم وکړ او دا وخت لا نيمه ورځ تېره شوې وه. د الله تعالی تر ستاينې روسته يې وويل: ((خلکو! خبر ياست، تر تاسې ډېر زه ستاسې واک لرم؟)) خلکو وويل: هو خبر يو. بيا رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) او بيا يې د علي لاس دومره پورته کړ، چې ما يې تخرګونه وليدل او زه پر دې ورځ مشرک وم.

(اصابه: درېیم ټوک، لومړى قسم، ٢٩ مخ) ابن عقده د موالات په کتاب کې د عمرو بن يعلي مره له لارې له پلار له نيکه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي، چې کوفې ته راغى؛ نو خلکو ته يې قسم ورکړ، هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د الله تعالی له نبي اورېدلي وي: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا لس او يو څو نور کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې پکې زيد که يزيد بن شراجيل انصاري هم پاڅېد او شهادت يې ورکړ.

ليکوال: دا روايت ابن اثير جرزي هم د اسد الغابه د پينځم ټوک په شپږم مخ کې راوړى او ويلي يې دي: ابوموسى را ته خبر راکړى (همداراز يې راويان شمېرلي، چې رارسېدلى) ابوالعباس ابن عقده (تردې چې وايي) له عمرو بن عبدالله بن مره له پلار له نيکه روايت دى، چې وايي: د الله تعالی له رسول مې واورېدل: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمانو يې دښمن وسه)) او بيا چې کله علي کوفې ته راغى؛ نو خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې له رسول الله اورېدلي وي: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا لس او يو څو نور تنه پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې پکې د الله تعالی د استازي صحابي ابو ايوب ( هغه چې په مدينه کې يې رسول الله ته په خپل کور کې ځاى ورکړ) او بل ناجية بن عمرو خزاعي هم و. (د جرزي د وينا له مخې) چې د اسدالغابه دويم ټوک همدا روايت نقل کړى دى.

(اصابه: څلورم ټوک، لومړۍ برخه١٦٩ مخ) وايي: ابن عقده هم _ د عمرو بن عبدالله بن يعلي بن مره له پلار له نيکه څخه _ روايت کړى، چې وايي: چې کله علي کوفې ته راغى؛ نو خلکو ته يې قسم ورکړ، چې اولس تنو شهادت ورکړ، چې حضرت عامربن ليلي غفاري هم پکې و.

ليکوال: دا روايت يې د شپږم ټوک په ٢٢٣ مخ کې هم نقل کړى او ابن اثير جرزي د اسدالغابه د درېیم ټوک په ٩٣ مخ کې راوړى او بيا وايي: د (من کنت مولاه فعلى مولاه) تر غونډلې روسته يې ويلي وو: ((د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.))

(اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ١٤ مخ) وايي: ابن عقده د موالات په کتاب کې د موسى بن اکتل بن عمير نميري له لارې روايتوي، چې وايي: تره مې عامر بن عمير موږ ته د “خم غدير” حديث نقل کړى دى.

 (اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ١٤٣ مخ) وايي: ابوالعباس بن عقده د ((جمع طرق)) په کتاب کې د (من کنت مولاه فعلى مولاه) حديث د ابراهيم بن محمد، چې زما په آند ابن ابي يحيى په سند دى، له جعفر بن محمد له پلاره او ايمن بن عبدالله بن يا ليل څخه نقل کړى، چې وايي: د الله تعالی له رسول مې واورېدل، چې ويل يې: د چا چې زه مولا وم الخ او بيا يې وويل: دا روايت ابوموسى استدراک کړى دى.

ليکوال: ابن اثير د اسدالغابه د درېیم ټوک په ٢٧٤ مخ کې ويلي: ((د چا چې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى .))

(اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ١٦٩ مخ) وايي: ابن عقده د موالات په کتاب کې د (من کنت مولاه فعلى مولاه) په راويانو کې د حضرت عبدالرحمن بن عبدرب انصاري نوم هم راوړى او بيا يې حديث د حضرت اصبغ بن نباته له لارې داسې نقل کړى دى: علي، چې په رحبه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې يوازې هغه کسان دې پاڅي، چې پخپله يې د “خم غدير” پر ورځ د رسول الله وينا اورېدلي وي، چې لس او يو څو نور تنه پاڅېدل، چې پکې ابو ايوب، ابو زينب او عبدالرحمن بن عبدرب انصاري (رضى الله عنهم) هم وو او و یې ويل: شهادت ورکوو، چې رسول الله د “خم غدير” پر ورځ وويل: ((الله تعالی زما ولي دى، زه د مؤمنانو ولي يم او د هر چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې ولي دى.))

ليکوال: دا روايت يې د اووم ټوک د لومړي قسم په ٧٨ مخ کې هم راوړى او پکې راغلي: شهادت ورکوو، چې د “خم غدير” پر ورځ حال دا، رسول الله علي له لاسه نيولى و، وويل: ((شهادت نه ورکوئ، چې ما د الله تعالی رسالت تر سره کړ؟)) وويل شول: هو شهادت ورکوو. رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.))

دا روايت ابن اثير جرزي د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٢٠٥ مخ کې راوړى او دا زياتوالى هم پکې راغلى: ((خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي او مرسته و نه کړې د هغه چې د علي مرسته نه کوي.)) دا روايت طحاوي هم د مشکل الاثار د دويم ټوک په ٣٠٧ مخ کې او د (و انصر من نصره و اخذل من خذله) غونډله يې هم راوړې ده.

(اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ١٢٨ مخ) له ابو العباس بن عقده (د موالات د کتاب خاوند)څخه روايتوي: سعد بن طالب ابو غيلان راته وويل: ابواسحاق را ته وويل: يوې ډلې، چې نومونه يې نشم اخستى راته روايت کړى، چې حضرت علي په رحبه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغوى دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې له رسول الله اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى.)) چې يوه ډله پاڅېده او شهادت يې ورکړ، چې حضرت عبدالرحمن بن مدلج هم پکې و.

همدا مانا ابن شاهين له ابن عقده نقل او ابو موسى استدراک کړى دى.

ليکوال: ابن اثير جرزي هم د اسدالغابه د درېیم ټوک په ٣٢١ مخ کې راوړى، چې پکې راغلي: شهادت يې ورکړ، چې دا خبره يې د الله تعالی له نبي اورېدلې او هغوى چې پردې شهادت پرده واچوله او شهادت يې ور نه کړ؛ نو تر مړينې مخکې ړانده شول او يا په کوم آفت ککړ شول.

(اصابه: اووم ټوک، لومړى قسم، ١٥٦ مخ) وايي: ابوالعباس بن عقده د موالاة په کتاب کې د ابا قدامه انصاري نوم اخستى _ ابوالعباس په خپل کې د غدير د حديث د نقلولو لارې شمېرلې دي _ اود محمد کثير له فطر له ابي الطفيل له لارې روايت کړى چې وايي: موږ له علي سره وو چې خلکو ته يې قسم ورکړ چې هغوى دې پاڅي چې د “خم غدير” په کيسه کې وو چې اتلس کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ چې په کې ابو قدامه انصاري هم و.

بيا اصابه وايي: دا روايت ابو موسى استدراک کړى دى.

ليکوال: ابن اثير جرزي هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٢٧٦ مخ کې راوړى او د سند تر راوړو روسته يې ويلي دي: ابي الطفيل: موږ له علي سره وو چې خلکو ته يې قسم ورکړ چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي چې د “خم غدير” په پېښه کې وو چې بيا اوولس کسان پاڅېدل ابوقدامه انصاري هم پکې و، شهادت يې ورکړ، چې له رسول الله سره له حجة الوداع څخه راستنېده او ماسپيښين و، چې رسول الله مو وليد او حکم يې وکړ، چې د ونو ښاخونه سره وتړئ او بيا يې پرې څادرونه هوار کړل او بيا جارچيانو د لمانځه غږ کړ، ټولو لمونځ وکړ او بيا رسول الله د الله تعالی تر ستاينې روسته وويل: ((خلکو! خبر ياست، چې الله تعالی زما مولا او زه د مؤمنانو مولا يم او پر مؤمنانو تر هغوى وړ او واک يې زما په لاس کې دى؟)) (دا خبره يې څو ځلې وکړه او هر ځل ورته خلکو) وويل: هو خبر يو.

بيا حال دا، ستا لاسونه يې په خپلو لاسونو کې وو، وويل: ((د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه .)) او دا دعا يې درې ځلې وکړه.

(اسدالغابه: لومړى ټوک، ٣٠٨ مخ) وايي: ابو احمد عسکري په خپل سند له عمارة بن يزيد له عبدالله بن علاء له زهري (تردې چې وايي) څخه روايت کړى، چې وايي: له اباجنيدة جندع بن عمرو بن مازن څخه مې واورېدل، چې د الله تعالی له استازي يې اورېدلي دي: ((کور دې د هغه وسوځي، چې په لوى لاس په ما پورې دروغ تړي.)) او همداراز مې ترې واورېدل: _ او که داسې نه وي؛ نو الله تعالی دې زما دواړه غوږونه کاڼه کړي _ له حجة الوداع څخه د راستنېدو پر مهال، چې په “خم غدير” کې يې خطبه وويله او حال دا، علي يې له لاسه نيولى و، وويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو دا يې ولي دى، خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) عبدالله وايي: ما زهري ته وويل: دا حديث په شام کې چا ته مه وايه؛ ځکه هلته د اوبو څښکلو په څېر علي ته کنځلې کوي. په ځواب کې يې راته وويل: پر الله تعالی، چې د علي په فضيلت کې دومره حديثونه لرم، چېکه مې وويل؛ نو و به مې وژني.

(اسدالغابه: درېیم ټوک، ٣٠٧ مخ) په خپل سند له اصبغ بن نباته روايتوي، چې وايي: علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې په تاسې کې دې يوازې هغه کسان له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې په خپله له رسول الله اورېدلي وي: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا لس او يو څو نور تنه، چې پکې ابوايوب انصاري، ابوعمرة بن محصن، ابوزينب، سهل بن حنيف، خزيمه بن ثابت، عبدالله بن ثابت انصاري، حبشى بن جناده سلولى، عبيده بن عازب انصاري، نعمان بن عجلان انصاري، ثابت بن وديعه انصاري، ابوفضاله انصاري او عبدالرحمن بن عبدرب (رضى الله عنهم) پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې موږ د الله تعالی له استازي واورېدل، چې ويل يې: ((عزوجل څښتن زما ولي او زه د مؤمنانو ولي يم او پوه شئ! زه چې د هر چا ولي وم؛ نو علي يې مولا دى؛ نو خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او د هغه ملاتړ شې، چې د علي ملاتړ وي.))

(ابن قتيبة؛ الامامه و السياسه: ٩٣ مخ) له همدان څخه د برد په نامه يو سړى معاويه بن ابوسفيان ته راغى او وا يې ورېدل، چې (عمرو) حضرت علي ته کنځلې کوي، چې ورته يې وويل: زما سپين ږيرو د الله تعالی له استازي اورېدلي چې ((د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى.)) نو آيا دا حديث صحيح دى که باطل؟ عمرو وويل: حق دى او زه به تردې درته ډېر ووايم او هغه داچې د رسول الله په اصحابو کې د حضرت علي هومره يو هم فضيلت نه لري.

(طحاوي؛ مشکل ا لاثار: دويم ټوک، ٣٠٧ مخ) په خپل سند له محمد بن عمر بن علي له پلار حضرت علي روايتوي، چې وايي: رسول الله په “خم غدير” کې له خپلې کېږدۍ راووت او زه يې له لاسه ونيوم او و يې ويل: ((خلکو! آيا تاسې نه وئ، چې ويل مو چې پالونکى مو الله دى؟)) وويل شول: هو موږ وو. رسول الله: ((آيا هغه خلک نه وئ، چې ويل به مو چې واک مو د الله تعالی او د الله تعالی د استازي په لاس کې دى او دا چې الله تعالی او استازى يې ستاسې مولا دى؟)) خلکو وويل: هو همداراز ده. رسول الله: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى او زه په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم؛ که منګولې مو پرې ولګولې؛ نو تر ما روسته به هېڅکله بې لارې نشئ، چې يو يې د الله تعالی کتاب او بل يې زما اهلبيت دي.))

(مناوي؛ فيض القدير: شپږم ټوک، ٢١٨ مخ) د غدير حديث يې له ديلمي په دې ټکيو راوړى: (د چاچې زه پېغمبر وم؛ نو علي يې ولي دى) او وايي: نو ځکه حضرت ابابکر _ د دارقطني د وينا له مخې _ وويل: علي د رسول الله عترت دى.

ليکوال: دا روايت مناوي هم د کنوزالحقايق په ١٤٧ مخ کې په دې عبارت راوړى: (د چاچې زه ولي وم؛ نو علي يې ولي دى. ) او په پاى کې وايي: ديلمي ويلي دي.

(هيثمي؛ مجمع: اووم ټوک، ١٧ مخ) حضرت عمار ياسر: حضرت علي بن ابيطالب د مستحب لمانځه پر رکوع و، چې سوالګر يې مخې ته ودرېد او حضرت علي خپله په لاس ګوته سوالګر ته ورکړه. رسول الله چې راغى؛ نو سوالګر ورته کيسه وکړه، چې بيا دا آيت راغى: (انما وليکم الله و رسوله والذين آمنوا الذين يقيمون الصلاة و يوتون الزکاة و هم راکعون) رسول الله آيت ووايه او بيا يې وويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) (طبراني)

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٠٥ مخ) حضرت زيد بن ارقم: د الله تعالی نبي حکم وکړ، چې تر ونو لاندې ځاى جارو او ابپاشي کړئ او بيا يې موږ ته خطبه وويله او په الله تعالی قسم، چې تر قيامته پورې د هر څه وړاندوينه يې راته وکړه او بيا يې وويل: ((خلکو! څوک دى، چې ستاسې واک يې په لاس کې دى؟)) خلکو وويل: الله تعالی او استازى يې! رسول الله: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو دا يې مولا دى.)) او بيا يې علي له لاسه ونيو او ټولو ته يې وښود او بيا يې وويل: ((خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه!)) (وايي) دا روايت طبراني او بزار تر دې هم بشپړ نقل کړى دى.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٠٥ مخ) وايي: له داود بن يزيد اودي له پلاره روايت کړى، چې وايي: حضرت ابوهريرة، چې جومات ته راننووت؛ نو خلک ترې راتاو شول، چې دا مهال يو ځوان پاڅېداو و يې ويل: پر الله تعالی مو قسم، چې آيا د الله تعالی له رسوله دې اورېدلي چې: ((د چا چې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو یې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.))؟ حضرت ابوهريره وويل: شهادت ورکوم، چې د الله تعالی له استازي مې اورېدلي: ((د چا چې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) (وايي): دا روايت ابويعلي او ورته يو بل روايت بزار او طبراني په اوسط کې نقل کړى دى.

هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې وايي: حضرت انس بن حويرث وايي: رسول الله وايي: ((د چا چې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى.)) (وايي): دا روايت طبرانې نقل کړى او رجال يې ډاډمن دي.

 (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٠٧ مخ) حميد بن عمارة: له خپل پلاره مې واورېدل، چې ويل يې: د الله تعالی له استازي مې اورېدلي: ((د چا چې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو یې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) (دا خبره يې په داسې حال کوله، چې علي يې له لاسه نيولى و. (بزار)

 (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٠٨ مخ) حضرت ابن عباس: د الله تعالی رسول وويل: ((د چا چې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى.)) (طبراني)

د يارانو مبارکي

(د امام احمد بن حنبل مسند: څلورم ټوک، ٢٨١ مخ) په خپل سند له حضرت براء بن عازب څخه روايتوي، چې وايي: په يوه سفر کې له رسول الله سره وو، چې په “خم غدير” کې تم شو (حديث ته هماغسې ادامه ورکوي؛ لکه څنګه چې په صحيح ابن ماجه کې راغلى) بيا يې علي له لاسه ونيو او رسول الله وويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى، خدايه د دښمنانو یې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه.)) حضرت براء بن عازب وايي: حضرت عمر، چې حضرت علي وليد؛ نو ورته يې وويل: د ابوطالب زويه مبارک دې شه، چې د تل لپاره د مؤمن او مؤمنې مولا شوې.

(فخر رازي په کبير تفسير کې) د مائدې د سورت د (يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک) آيت په تفسير کې وايي: ددې آيت لسمه وجه او شان نزول دادى، چې د علي په فضيلت کې نازل شوى او تر نازلېدو روسته يې د الله تعالی نبي د علي لاس ونيو او و يې ويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى، خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه.)) چې بيا عمر راغى او علي ته يې وويل: مبارک دې شه، چې د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې.

(خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: شپږم ټوک، ٢٩٠ مخ) په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي، چې وايي: څوک چې د ذي الحجه په اتلسمه روژه شي؛ نو د شپږ مياشتو د روژو ثواب به ورته ليکل کېږي؛ ځکه د “خم غدير” ورځ ده، چې پر هغه ورځ رسول الله علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((آيا د مؤمنانواو تر هغوى وړ نه يم؟)) وويل شول: هو يې! بيا يې وويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.)) تر دې روسته حضرت عمر بن خطاب راغى او و يې ويل: بخ بخ لک يابن ابيطالب چې د تل لپاره زما او د هر مسلمان مولا شوې. بيا الله تعالی دا آيت راولېږه: (اليوم اکملت لکم دينکم)

(فيض القدير: شپږم ټوک، ٢١٧ مخ) په شرح کې يې وايي: چې کله حضرت ابوبکر او حضرت عمر د رسول الله له خولې واورېدل، چې علي ته وايي: من کنت مولاه فعلى مولاه)؛ نو راغلل او علي ته يې وويل: د ابوطالب زويه! د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې.

ليکوال: دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې راوړى او هغه روايت دى، چې په اصل کې دارقطني له سعد بن ابي وقاص نقل کړى دى.

( محب طبري؛ ذخائر العقبى: ٦٨ مخ) وايي: عمر وايي: يو څو بيدياني عربان په جنګ ورته راغلل، چې حضرت عمر، حضرت علي ته وويل: اباالحسنه! په دوى کې ورمندون-قضاوت وکړه. علي هم په هغوى دوو کې ورمندون وکړ. په هغوى کې يو نيوکه وکړه او و يې ويل: دا به په موږ کې ورمندون کوي. حضرت عمر له ځايه پاڅېد او هغه يې له ګرېوانه راونيو او ورته يې وويل: هغه پېژنې، چې څوک دى؟ دا زما او د هر مؤمن مولا دى او د چا چې هغه مولا نه وي؛ نو مؤمن نه دى. وايي: دا روايت ابن سلمان په موافقات کې راوړى دى.

ليکوال: دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٠٧ مخ کې له دارقطني روايت کړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٠ مخ) وايي: حضرت عمر (هغه سړي ته چې شخړه يې ورسره راغلې وه) وويل: په موږ کې به هغه سړى _ علي ته يې اشاره وکړه_ ورمندون کوي. سړي وويل: هغه سړى به په موږ کې ورمندون کوي؟! حضرت عمر له ځايه ورپاڅېد او له ګرېوانه يې راونيو او ورته يې وويل: خبريې، چې څوک ښيې؟ دا زما او د هر مسلمان مولا دى. وايي: ابن سمان نقل کړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٠ مخ) سالم وايي: يو سړي حضرت عمر ته وويل: ته له علي سره داسې په درناوي چلن کوې، چې د رسول الله له يو صحابي سره يې هم نه کوې. عمر وويل: ځکه هغه زما مولا دى.

ليکوال: دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې نقل کړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٠ مخ) حضرت عمر: علي د هغه مولا دى، چې رسول الله يې مولا و. (ابن السمان)

 

د “خم غدير” پر ورځ

 رسول الله د علي پر سر پګړۍ کېښووه

(ابي داوود طيالسي؛ مسند: لومړى ټوک، ٢٣ مخ) په خپل سند د حضرت علي له خولې وايي: د “خم غدير” پر ورځ رسول الله راته پګړۍ پر سر کړه، چې شا ته راځنګېده (بيا وايي): الله تعالی د بدر او حنين پر ورځ په هغه پرښتې زما مرسته وکړه، چې د “خم غدير” د پګړۍ په څېر پګړۍ يې درلوده.

دا روايت بيهقي هم د سنن په ١٤ مخ کې او بن حجر د اصابه د څلورم ټوک، لومړي قسم په ٤١ مخ کې راوړى، چې پکې راغلي: توره پګړۍ وه پر وليو مې راځنګېده. بيا وايي: دا بغوي روايت کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٦٠ مخ) علي وايي: رسول الله راته د “خم غدير” پر ورځ پر سر پګړۍ کېښووه، چې شا ته هم ځنګېده؛ (وايي چې په يو بل نقل کې راغلي) پر دواړو وليو مې راوځنګېده او بيا يې وويل: د بدراو حنين پر ورځ مې الله تعالی په هغو پرښتو مرسته وکړه، چې زما د “خم غدير” د ورځې پګړۍ يې پر سر وې او بيا وايي: پګړۍ د کفر او ايمان ترمنځ واټن ده (په بل نقل کې راغلي) د مسلمان او کافر ترمنځ واټن ده (د حديث تر پايه) بيا وايي: دا روايت ابن ابي شيبه، ابو داوود طيالسي، ابن منيع او بيهقي نقل کړى دى.

(ابن اثير جرزي؛ اسد الغابه: درېیم ټوک، ١١٤مخ) په خپل سند له عبدالاعلى ابن عدى روايتوي، چې وايي: د “خم غدير” پر ورځ رسول الله علي راوغوښت او پر سر يې ورته پګړۍ کېښووه او پر شا يې هم راوځنګېده او بيا يې وويل: تل داسې پګړۍ تړئ، چې پګړۍ د اسلام ښکارندوى ده او د مسلمان او کافر ترمنځ بريد دى.

ليکوال: دا روايت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په٢١٧ مخ کې راوړى دى.

د ( يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک) آيت د

“خم غدير” پر ورځ راغلى دى

(واحدي؛ اسباب النزول: ١٥٠ مخ) وايي: ابو سعيد بن محمد بن علي صفار وويل چې حسن بن احمد مخلدي وويل: موږ ته محمد بن حمدون بن خالد وويل: موږ ته محمد بن ابراهيم خلوتي وويل: ما ته حسن بن حماد بن سجاده وويل: علي بن عابس له اعمش له ابي حجاب له عطيه له ابي سعيد خدري روايت کړى، چې د (يا ايهاالرسول بلغ ما انزل اليک من ربک) آيت د “خم غدير” پر ورځ د علي بن ابيطالب رضى الله عنه په اړه نازل شوى دى.

(فخر رازي په کبير تفسير کې) د مائدې د سورت د (يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک) د آيت په تفسير کې وايي: لسم _؛ يعنې له هغو وجهو لسم، چې مفسرين يې ددې آيت د نزول په اړه بيانوي _ دادى، چې د علي بي ابيطالب په فضيلت کې راغلى دى او همداچې نازل شو؛ نو رسول الله هغه له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) او تر دې روسته، چې حضرت عمر، حضرت علي وليد؛ نو ورته يې وويل: د ابوطالب زويه! مبارک دې شه، چې زما او د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې. (فخر رازي وايي) دا خبره د حضرت ابن عباس، براء بن عازب او محمد بن علي ده.

د (اليوم اکملت لکم دينکم) آيت د

 “خم غدير” پر ورځ نازل شوى دى

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د (اليوم اکملت لکم دينکم) تر آيت لاندې ليکي: ابن مردويه او ابن عساکر دواړو له ابي سعيد خدري نقل کړى، چې ويلي يې دي: چې کله رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم علي نصب کړ او د ولايت نعره يې ووهله؛ نو جبراييل راغى او د (اليوم اکملت لکم دينکم) آيت يې راوړ.

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د (اليوم اکملت لکم دينکم) تر آيت لاندې ليکي: ابن مردويه، خطيب او ابن عساکر له حضرت ابي هريره روايت کړى، چې د “خم غدير” ورځ؛ يعنې د ذي الحجې اتلسم شو؛ نو پاک نبي وويل: ((د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا الله تعالی دا آيت راولېږه: (اليوم اکملت لکم دينکم)

(خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: شپږم ټوک، ٢٩٠ مخ) په خپل سند له حضرت ابي هريره کړى، چې وايي: څوک چې د ذي الحجې په اتلسم روژه شي؛ نو د شپېتو روژو ثواب ورته ليکل کېږي، چې دا ورځ د “خم غدير” ورځ ده، چې پر هغه ورځ رسول الله، علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((آيا زه د مؤمنينو مولا نه وم؟)) وويل شول: هو تاسې د مؤمنانو ولي ياست! بيا يې وويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ نو علي يې ولي دى.)) بيا حضرت عمر بن خطاب وويل: بخ بخ لک يابن ابيطالب! مبارک دې شه چې زما او د هر مسلمان مولا شوې. بيا سبحان څښتن د (اليوم اکملت دينکم) آيت راولېږه. (د حديث تر پايه) او دې حديث ته ورته يو بل روايت هم خطيب له بلې لارې نقل کړى دى.

حارث بن نعمان پر الهي عذاب ککړ شو؛ ځکه د “خم غدير” پر ورځ يې د الله تعالی د رسول پر کار خوښ نه شو

( شبلنجي؛ نورالابصار: ٧١ مخ) وايي: امام ابواسحاق ثعلبي په خپل تفسير کې نقل کړى، چې يو سړي له سفيان بن عينيه وپوښتل: د (سئل سائل بعذاب واقع) آيت د چا په اړه راغلى دى؟ سفيان وويل: له ما دې داسې څه وپوښتل، چې تر اوسه لا چا نه وه پوښتلې پلار مې له جعفر بن محمد له خپلو پلرونو نقل کړي، چې د “خم غدير” ورځ شوه؛ نو رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم جارچيانو ته حکم وکړ، چې د لمانځع غږ وکړئ او چې ټول راټول شول؛ نو رسول الله علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ علي يې ولي دى.)) چې دا خبره په چټکه په ټولو ښارونو کې خپره شوه او حارث بن نعمان هم ترې خبر شو، پر اوښ سپور د الله تعالی رسول ته راغى له اوښه راکوز شو او و يې ويل: محمده! د الله تعالی له اړخه دې حکم راکړ، چې شهادت ورکړو، چې بې له خدايه بل الله تعالی نشته او داچې ته پېغمبر يې؛ موږ هم درسره ومنله. حکم دې وکړ، چې پينځه وخته لمونځ وکړو؛ و مو منله. حکم دې وکړ، چې زکات ورکړئ؛ و مو منله. حکم دې وکړ، چې د رمضان په مياشت کې روژه ونيسئ؛ و مو نيوله. حکم دې وکړ چې حج وکړ؛ و مو کړ؛ خو ته په دې ټولو راضي نه شوې او د خپل د تره زوى لاس دې پورته کړ، چې هغه تر موږ غوره کړى او بيا دې وويل: ((د چا چې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.))؛ نو آيا دا خبره د الله تعالی ده او که له ځانه دې کړى ده؟ د الله تعالی نبي وويل: قسم پر الله تعالی چې بې له هغه بل الله تعالی نشته، چې دا خبره بې له خدايه د بل چا خبره نده. دا مهال حارث شا کړه، چې ستون شي او و یې ويل: خدايه! که محمد رښتيا وايي؛ نو پر ما کاڼي راووروه او يا مې پر سخت عذاب ککړ کړه. تر اوسه لا پر خپل اوښ نه و سپور شوى، چې له اسمانه پرې ټبره راګوزاره شوه او ځاى پر ځاى يې مړ کړ او ورپسې سملاسي دا آيت راغى: (سئل سائل بعذاب واقع للکافرين ليس له دافع من الله ذى المعارج)

ليکوال: دا روايت مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې نقل کړى؛ خو د هغه په نقل کې سفيان د جعفر بن محمد نوم نه دى راوړى.

رسول الله (ص): تر ما روسته علي ولي دى

دا حديث د صحيح ترمذي په دويم ټوک، ٥٨ باب، ٢٩٧مخ؛ احمد بن حنبل د مسند د څلورم ټوک په ٤٣٧ مخ؛ حاکم د مستدرک د درېیم ټوک په ١١٠ مخ؛ ابوداوود طيالسي د مسند د درېیم ټوک په ١١١ مخ؛ ابونعيم د د حلية د شپږم ټوک په٢٩٤ مخ؛ متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٩ مخ او نسائي د خصايص په ٢٣ مخ کې او نورو ډېرو د يمن د جګړې په کيسه کې نقل کړى دى.

(ابوداود طيالسي؛ مسند: ١١ټوک، ٣٦٠ مخ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايتوي، چې پاک نبي علي ته وويل: ((ته تر ما روسته د هر مؤمن ولي يې.))

(اسدالغابه: پينځم ټوک، ٩٤ مخ) د وهب بن حمزه په ژباړه کې وايي: د هغه حديث يوسف بن صهيب له رکين بن وهب بن حمزه داسې نقل کړى دى: له مدينې تر مکې له علي سره په سفر کې وم، چې په لار کې مې ترې يوه مکروه وليده او ورته مې وويل: رسول الله مې چې وليد؛ نو خبره به دې ورته وکړم او چې رسول الله مې وليد؛ نو کيسه مې ورته وکړه، چې راته يې وويل: ((دا خبره مه کوه؛ ځکه هغه تر ما روسته د هر مؤمن ولي دى.))

دا روايت مناوي هم د فيض القدير په ٣٥٧ مخ، هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٩ مخ، ابن حجر د اصابه د شپږم ټوک، لومړي قسم، ٣٢٥ مخ او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٥ مخ راوړى دى.

آيت: (انما وليکم الله و رسوله)

(فخر رازي؛ کبير تفسير) د مائدې په سورت کې د (انما وليکم الله ورسوله) تر آيت لاندې ليکي: له حضرت ابي ذر څخه روايت دى: د ماسپښين لمونځ مې له رسول الله سره وکړ، چې يو سوالګر جومات ته راننووت او سوال يې وکړ؛ خو چا څه ور نه کړ (ددې حديث نوره برخه په تېرو برخو کې تېر شو) دا روايت ابواسحاق احمد ثعلبي هم په خپل تفسير کې راوړ دى.

(تفسير ابن جرير طبري: شپږم ټوک، ١٨٦ مخ) په خپل سند له عتبة بن حکيم او همداراز په هماغه مخ کې بيا له غالب بن عبيدالله له مجاهد او سيوطي هم د (انما وليکم الله ورسوله) تر آيت لاندې او د وينا له مخې يې عبدالرزاق، عبد بن حميد، ابن جرير، ابوالشيخ او ابن مرودويه هر يو له بېل بېل صحابي او واحدي د اسباب النزول په ١٤٨ مخ له ابي صالح له حضرت ابن عباس او فخر رازي له عبدالله بن سلام او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣١٩ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٠٥مخ کې د (انما وليکم الله ورسوله) په باب روايتونه نقل کړي، چې دا آيت د حضرت علي په فضيلت کې راغلى دى، چې موږ يې يوازې د کنزالعمال د اووم ټوک، ٣٠٥ مخ روايت راخستى، چې پکې راغلي: ابي رافع وايي: رسول الله ته ورغلم، چې د وحې په حالت کې و؛ نو ناڅاپه مې پام شو، چې يو مار د کوټې په ګوټ کې روان دى؛ ګومان مې وکړ، چې که يې مړ کړم؛ نو رسول الله به له خوبه راويښ شي او که مړ يې نه کړم؛ نو کېداى شي رسول الله وچيچي؛ اړ شوم، چې د پاک نبي د ژغورولو لپاره د مار او د رسول الله په منځ کې سملم او پر همدې مهال رسول الله پاڅېد، چې د (انما وليکم الله و رسوله والذين آمنوا الذين يقيمون الصلوة و يوتون الزکاة و هم راکعون) آيت راغى او بيا يې وويل: الحمدلله. بيا يې سترګې پر ما ولګېدې، چې په څنګ کې يې پروت يم؛ نو پوښتنه يې وکړه: ولې دلته پروت يې؟ ورته مې وويل: ددې مار له امله. راته يې وويل: پاڅه او مار ووژنه. ما هم مار وواژه. بيا يې له لاسه ونيوم او راته يې وويل: ابا رافع! ډېر ژر به داسې خلک پېداشي، چې له علي سره به جګړه وکړي؛ نو د الله تعالی حق دى، چې له هغوى سره جهاد وشي او که چا د جهاد وسه نه درلوده؛ نو په ژبه دې ورسره مبارزه وکړي او که دومره وسه يې هم نه درلوده؛ نو په زړه دې ورسره جهاد وکړي، چې بې له دې بله دنده نشته.

همداراز طبراني په اوسط، سيوطي په درالمنثور، ابن مردويه له حضرت عمار ياسر او ذخاير العقبى (٨٨ او ١٠٢ مخونو) کې له عبدالله سلام، واحدي په اسباب النزول، ابوالفرج ابن الجوزي، رياض النضره (دويم ټوک، ٢٧٧ مخ) او د هغه د وينا له مخې، واحدي او ابوالفرج او فضائلي هم په دې اړه روايتونه نقل کړي دي.

( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب: يوولسم ټوک، ٤٣٩ مخ) ابراهيم بن زياد سبلان وايي: عباد بن عباد راته روايت وکړ، چې له يونس بن خباب سره وم او ورته مې وويل: د قبر د عذاب په اړه راته روايت وکړه، چې راته يې وويل: په دې کې يو لړ خبرې دي، چې ناصبيانو او د علي دښمنانو پټې کړې دي. پوښتنه مې وکړه: هغه کومه خبره ده؟ داچې په قبر کې له هر چا پوښتنه کېږي، چې ولي دې څوک و؟؛ نو که ځواب دې ورکړ: علي!؛ نو خلاصون به دې موندلاى وي.

د رسول الله (ص) خليفه

(هيثمي؛ مجمع: اتم ټوک، ٣١٤ مخ) عبدالله بن مسعود: رسول الله راته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: اجل مې رانږدې شوى دى. ورته مې وويل: رسول الله! آيا ابوبکر خپل خليفه کوئ؟ رسول الله راڅخه مخ واړو؛ نو پوه شوم، چې زما خبره يې خوښه نه شوه؛ نو ورته مې وويل: عمر څنګه؟ بيا يې مخ واړو؛ پوه شوم، چې بيا يې هم زما خبره خوښه نه شوه، چې بيا مې ترې پوښتنه وکړه: رسوالله ولې علي خپل ځايناستى نه کوئ؟ را ته يې وويل: ((قسم پر الله تعالی! خليفه مو هماغه دى او که بيعت مو ورسره وکړ، لاروي مو ترې وکړه؛ نو ټول به جنتيان شئ.))

(مناوي؛ کنوزالحقايق: ١٤٥ مخ) رسول الله وويل: ((ووژنئ، هغه چې د خلافت پر سر له علي سره جګړه کوي که هر څوک وي.)) مناوي دا حديث ديلمي ته نسبت ورکړى دى.

(خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخي: لومړى ټوک، ١٣٥ مخ) په خپل سند له عبدالله بن احمد بن حنبل څخه روايت کړى، چې وايي: له پلار سره مې وم، چې څو تنه ورته راغلل او د ابوبکر، عمر، عثمان او علي (رضى الله عنهم) د خلافت په اړه يې اوږدې خبرې وکړې، چې په پاى کې مې پلار وويل: ډېرې خبرې مو وکړې! هغوى درېو د خلافت له لارې عزت لاس ته راوړ او علي چې خليفه شو؛ نو خلافت ته يې عزت ورکړ.

د رسول الله (ص) خلفا دولس تنه دي

(صحيح بخاري د احکام په کتاب کې) په خپل سند له جابر بن سمره روايتوي چې وايي: له رسول الله مې واورېدل: ((تر ما روسته خلفاء دولس دي.)) او يوه بله خبره يې هم وکړه، چې وا مې نه ورېده، چې له پلاره مې پوښتنه وکړه، چې راته يې وويل: ((هغوى ټول قريش دي.))

البته د ((بني هاشم)) ټکى هم راغلى او قندوزي حنفي د ينابيع په ٧٧ باب کې نقل کړى او همدا حديث احمد بن حنبل د خپل مسند د پينځم ټوک په ٩٠ او ٩٢ مخونو کې هم راخستى دى.

(صحيح مسلم د امارة په کتاب کې) په دوو سندونو له له حضرت جابر بن سمره روايت کړى، چې وايي: له پلار سره رسول الله ته ورغلو، چې رسول الله وويل: ((ددې امر _؛ يعنې اسلام _کار به پاى ته و نه رسي او ثمر به ور نه کړي، چې دولس خلفاء خپلې دندې سر ته ورسوي.)) بيا يې په کلاره يو خبره وکړه، چې ما وا نه ورېده؛ نو پلار مې وپوښت: څه يې وويل؟ و یې ويل: ((ټول قريش دي.))

مسلم بيا په هماغه کتاب کې په دويم سند کې راوړي، چې دا کيسه پر هغه شپه وه، چې پر ورځ يې اسلمي سړى سنګسار شوى و او رسول الله وويل: ((د الله تعالی دين به تر قيامته پر پښو ولاړ وي، چې دولس خلفاء د خلکو چارواکي شي.))

 دا حديث احمدبن حنبل هم د خپل مسند د پينځم ټوک په ٨٩، ٩٢، ٩٤، ٩٩، ١٠٨ مخونو کې راوړى دى او ورته يې يو بل روايت ترمذي د خپل صحيح د دويم ټوک په ٣٥ مخ او ابن حجر د صواعق په ١١٣ مخ کې راوړى دى.

(مستدرک الصحيحين: څلورم ټوک، ٥٠١ مخ) په خپل سند له مسروق روايتوي، چې وايي: يوه شپه له عبدالله سره ناست وو او قرآن يې رازده کاوه، چې يو سړي پوښتنه وکړه: اباعبدالرحمانه! آيا له رسول الله مو پوښتنه کړې، چې تر هغه روسته به يې څو ځايناستي خلافت کوي؟ عبدالله وويل: له هغه چې عراق ته راغلى يم، داسې پوښتنه لا چا له ما نه وه کړې؛ هو! له رسول الله مو پوښتنه کړې او راته يې وويل: ((دولس کسان؛ د بني اسراييلو د نقباوو هومره.))

دا روايت احمد بن حنبل هم د مسند د لومړي ټوک په ٣٨٩ مخ کې له يوې لارې او په ٤٠٦ مخ کې له بلې لارې نقل کړى دى او هيثمي هم د مجمع پينځم ټوک په ١٩٠ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې ابويعلي نقل کړى دى.

 متقي هم د کنزالعمال د درېیم ټوک په ٢٠٥ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې ابن عدى، ابن عساکر او ابن مسعود نقل کړى او د شپږم ټوک په ٢٠١ مخ کې يې هم نقل کړى او طبراني ته يې نسبت ورکړى. مناوي هم د فيض القدير د دويم ټوک په ٤٥٨ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: ابن عدى، ابن عساکر په تاريخ کې له حضرت عبدالله بن مسعود څخه روايت کړى دى.

(کنزالعمال: دويم ټوک، ٢٠١ مخ) په دې ټکيو راوړى دى: ((دا امت دولس خلفاء لري، چې که څوک يې ملا تړي نه شو؛ نو تاوان به ور و نه رسي؛ ټول قريش دي.))

 دا حديث هيثمي هم د پينځم ټوک په ١٩١ مخ کې په دې ټکيو راوړى دى: ((که څوک وسره دښمني وکړي؛ نو زيان به ور و نه رسوي.)) راوي وايي: ناڅاپه مې پام شو، شا ته مې حضرت عمر بن الخطاب او يوه ډله ولاړه ده، چې د رسول الله خبرو ته يې غوږ ايښى دى او هغوى ټولو د سمره د خبرو پخلى وکړ، چې رسول الله همداسې ويلي وو.

د رسول الله (ص) وصي

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١١٣ مخ) سلمان: رسول الله ته مې وويل: رسول الله! هر پېغمبر وصي درلود؛ نو ستا وصي څوک دى؟؛ خو رسول الله راته څه و نه ويل چې تر يوې شېبې روسته يې راته غږ وکړ او ما هم په چټکه ځان رورساوه او راته يې وويل: ((را ته ووايه، چې د موسى وصي څوک و؟)) ورته مې وويل: يوشع بن نون. پوښتنه يې وکړه: ((ولې)) ورته مې وويل: ځکه په بني اسراييلو کې تر ټولو پوه و. رسول الله وويل: ((زما وصي، د سر ساتونکى، غوره پاتې شوى؛ علي دى، چې پر وعدو به مې وفا کوي او پورونه به مې ورکوي .))

ابن حجر هم د تهذيب التهذيب د درېیم ټوک په١٠٦ مخ، متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٨مخ کې او همداراز دې مضمون ته نږدې نور روايتونه هم نقل کړي دي.

بيا همدا هيثمي د هماغه ټوک په ١٦٥ مخ کې له علي بن علي هلالي له پلاره يې روايت کړى، چې وايي: رسول الله ناروغ و، چې د هماغه رنځ له کبله هم ومړ، چې موږ ورغلو او و مو ليدل، چې لور يې فاطمه بي بي په چغو چغو ژاړي، چې رسول الله وويل: لورې! فاطمې! ولې ژاړې؟ ورته يې وويل: له دې وېرېږم، چې له تاسې روسته به ځان ته پاتې شم. رسول الله وويل: ((لورې! خبره نه يې چې الله تعالی ځمکې ته نظر وکړ_په خپله پوهېږي چې څنګه و_ او په ټولو خلايقو کې يې ستا پلار د رسالت لپاره وټاکه او يو ځل بيا يې نظر وکړ_ چې په خپله پوهېږي چې څنګه و _ او ستا مېړه يې وټاکه او ما ته يې وحې وکړه، چې تا ورنکاح کړم. فاطمې موږ هغه اهلبيت يو، چې الله تعالی راته اووه ځانګړنې راکړي، چې نه يې تر موږ مخکې او نه به يې تر موږ روسته چا ته ورکړي؛ ړومبى دا چې زه يې د پېغمبرانو خاتم او د ټولو پېغمبرانو ښاغلى کړم او زه چې د پېغمبرانو خاتم يم؛ نو زما وصي يې تر ټولو غوره وصي کړ او هغه ستا مېړه دى او درېیم داچې سيدالشهداء يې زموږ له کورنۍ کړ او هغه ستا د پلار او ستا د مېړه تره حمزه بن عبدالمطلب دى څلورم داچې د جنت طوطي يې زموږ له کورنۍ کړ او هغه ستا د تره زوى او ستا د مېړه رور دى. پينځم او شپږم دا چې ددې امت دوه سبطه؛ حسن او حسين چې د جنت د ځوانانو ښاغلي دي او قسم پر هغه الله تعالی، چې زه يې مبعوث کړى يم، چې پلار يې تر هغوى دوو غوره دى اووم دا چې ددې امت مهدي له موږ ځنې دى او هغه مهال، چې په دنيا کې ګډوډي شوه، مشران به پر کشرانو رحم نه کوي، چور او لوټ به وي او کشران به د مشران درناوى نه کوي، له هر اړخه به فتنې راولاړې شي؛ نو پر دې مهال به الله تعالی ستا له ځوځاته يو راپاڅوي او دنيا به له عدله ډکه کړي او په اخرالزمان کې به داسې قيام وکړي؛ لکه ما چې په اول الزمان کې کړى و. فاطمې!زړه مه خوره او مه ژاړه چې الله تعالی تر ما پر تا ډېر روف دى او هغه پوهېږي، چې ته زما د زړه په کوم ځاى کې يې؛ نو ځکه يې ور واده کړې يې، چې په اهلبيتو کې ترټولو شريف په حسب او نسب کې ترټولو ښاغلى او پر رعيت تر ټولو عادل او په ورمند کې يې تر ټولو سترګې خلاصې دي او ته به راسره په يو ځاى کېدو کې ړومبۍ يې. (د حديث تر پايه)

دا حديث طبراني په خپلو دوو کتابونو اوسط او کبير کې او محب طبري هم د ذخاير په ١٣٥ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې حافظ ابوالعلاء همداني او د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٣ مخ کې يې نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٢ مخ) له علي روايتوي، چې د خپلوانو په مېلمستيا کې رسول الله وويل: ((د عبدالمطلب زامنو! د دنيا او اخرت ښېګڼه مې درته راوړې ده او پالونکي مې حکم راکړى، چې بلنه درکړم؛ نو که په دې لار کې هر يو زما ملاتړ شوئ؛ نو خپل وصي او خليفه به يې کړم؛ نو اوس څوک دى، چې په دې لار کې زما ملاتړ شي؟)) ټولو ترې مخ واړو، چې ما وويل: يا نبى الله! زه به مو ملاتړ شم، بيا رسول الله زه له ورمېږه ونيوم او ټولو ته يې وويل: ((دا زما رور، وصي او په تاسې کې زما خليفه دى؛ نو لاروي ترې وکړئ، چې څه درته وايي.))

او همداراز همدې ليکوال د هماغه ټوک په ٣٩٧ مخ کې يو بل روايت نقل کړى او ابن ابي حاتم، ابي حاتم، ابن مردويه، ابونعيم او بيهقي ته يې نسبت ورکړى او همداراز د هماغه کتاب د اتم ټوک په ٢١٥ مخ کې له ابن ابي حاتم، ابن مردويه، ابونعيم او بيهقي نقل کړى، چې پکې راغلي: يوه ورځ علي موږ ته خطبه ويله، چې په دې ترڅ کې يو سړى پاڅېد او پوښتنه يې وکړه: اميرالمؤمنينه! اهل جماعت، اهل فرقه، اهل سنت او اهل بدعت څوک دي؟ ورته يې وويل: حيران يم، چې ولې دې اوس دا پوښتنه وکړه؛ نو غوږ شه او ځان پوه کړه؛ البته تر ما روسته له نورو هم دا پوښتنه کولې شې .

او بيا يې حديث ته دوام ورکړ، چې دلته راورسېد او و يې ويل: خلکو ته د علي خبرو خوند ورکړ او له هر اړخه د آفرين! آفرين! غږونه راپورته شول. بيا حضرت عمار پاڅېد او و يې ويل: ايهاالناس که لاروي ترې وکړئ؛ نو د پېغمبر له کړنلارې به مو پوټى هم کاږه نه کړي او څنګه به مو د رسول الله له کړنلارې کاږه کړي، چې رسول الله ورته د علم منايا، وصايا او افصل الخطاب وعده کړې؛ لکه څنګه چې حضرت موسى حضرت هارون ته سپارلې وه او په اړه يې ويلي وو: ((ته ما ته داسې يې؛ لکه موسى چې هارون ته و؛ خو تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي)) او دا هغه فضيلت و، چې څښتن تعالى ځانګړى کړى و.

(کنوزالحقايق: ٤٢ مخ) رسول الله: ((زه د پېغمبرانو خاتم او ته د اوصاياو خاتم يې.)) دا روايت ديلمي او ورته نږدې يو بل روايت خطيب بغدادي هم په د بغداد تاريخ (لسم ټوک، ٣٥٦ مخ) کې له انس بن مالک له ابوبکر څخه په خپل سند راوړى، چې ويلي يې دي: د الله تعالی له استازي مې واورېدل: په پل صراط د علي له جواز پرته څوک نشي تېرېداى.

 او همداراز کنوز الحقايق په ١٢١ مخ کې دا روايت له نورو ټکيو سره او رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٨ مخ کې هم راوړى دى.

(حلية الاوليا: لومړى ټوک، ٦٣ مخ) په خپل سند رواړي، چې حضرت انس بن مالک وايي: رسول الله راته وويل: د اودس اوبه راوړه او تر اوداسه روسته پاڅېد، چې لمونځ وکړي، چې ما ته يې وويل: ((انسه! هغه سړى، چې تر ټولو ړومبى پردې وره راننووت؛ نو اميرمؤمنان، د مسلمانانو مشر او د اوصايو خاتم دى.)) انس وايي: په زړه کې مې وويل: خدايه څومره به ښه وي، چې که له انصارو وي او دا هيله مې تل په زړه کې وه؛ نو ناڅاپه مې وليدل، چې علي راننووت. رسول الله پوښتنه وکړه: څوک راغى؟ ورته مې وويل: علي. رسول الله خوشحاله شو، علي يې په غېږ کې ونيو، خپلې د مخ خولې يې د علي پر مخ او د علي د مخ خولې يې پر خپل مخ وچې کړې، چې علي وويل: رسول الله! داسې چلن راسره کوئ، چې پخوا مو نه و کړى؟! رسول الله وويل: ((ولې به يې نه کوم، چې ته داسې کس يې، چې زما دندې به تر سره کوې او زما غږ به غوږونو ته رسوې او تر ما روسته رامنځ ته کېدونکي اړپېچونه-اختلافات به هواروې.))

(د بغداد تاريخ: دولسم ټوک، ٣٠٥ مخ) په خپل سند له ابي سعيد عقيصا روايتوي چې وايي: له حضرت علي سره له انبار څخه د کوفې پر لور د فرات په کڅ کې روان وو، چې علي خپله لار د دښتې پر لور کږه کړه، خلک هم ورپسې ولاړل او ځينو هم د فرات پر کڅ مخکې ولاړل؛ خو زه په علي پسې ولاړم، چې دښتې ته ورسېدو (په يو بل نقل کې د کربلا نوم راغلى) چې ورته وويل شو: وېرېږو، چې تنده مو هلاک نه کړي. علي وويل: الله تعالی به مو ډېر ژر په اوبو ماړه کړي. په هغه نږدو کې د يو راهب دير و. علي چې يو ځاى ته راورسېد؛ نو حکم يې وکړ، چې دا ځاى وکنئ او زه هم له هغو کسانو ځنې وم، چې د ساه په کنلو کې مې ونډه واخسته، ډېره ځمکه مو وکنله، چې په ساه کې له ګټ سره مخ شو، چې علي وويل: ګټ راپورته کړئ؛ خو موږ و نشو کړاى بيا په خپله راکوز شو او له موږ سره مرستيال شو، ګټ مو اوچت کړ او و مو ليدل چې تر ګټ لاندې د سړو اوبو يخه چينه ده، اوبه مو وڅښلې او ټولو پرې ځان موړ کړ، لښکر حرکت وکړ او تقريباً يو ميل مسافه يې ووهله، چې بيا تږي شو، ځينو وويل: کاشکې ستانه شو او له هماغې چينې اوبه وڅښو، چې ځينې او زه د هماغې چينې پر لور ستانه شو؛ خو چې څومره مو چينه ولټوله، و مو نه مونده؛ نو دير ته ولاړو او له راهب مو پوښتنه وکړه: دلته هغه چينه څه شوه؟ و يې ويل: کومه چينه؟ په دې شاوخوا کې مو چينه وکنله، اوبه مو ترې وڅښکلې؛ خو اوس يې چې څومره هم لټوو، نه يې شو موندلاى. په دې شاوخوا کې يوه چينه ده، چې بې له پېغمبر او يا ځايناستي يې هېڅوک نشي کنلاى.

د رسول الله (ص) وارث

(متقي؛ کنزالعمال: څلورم ټوک، ٥٥ مخ) علي وايي: هغه مهال چې رسول الله ناروغ و؛ نو ورغلم، و مې ليدل، چې يو سړى يې سر ته ناست دى او دا سړى دومره ښکلى و، چې ما لا تر اوسه دومره ښکلى سړى نه و ليدلى؛ نو د ننووتو اجازه مې وغوښته، چې راته يې وويل: خپل تره زوى ته دې رانږدې شه، چې ته تر ما هغه ته ډېر وړ يې. هغه له خپل ځايه پاڅېد او زه د هغه پر ځاى کېناستم بيا هغه سړى د يوې شېبې لپاره چوپ ناست و او بيا ولاړ او چې کله رسول الله راپاڅېد؛ نو پوښتنه يې وکړه: هغه سړى څه شو، چې په غېږ کې مې ورته سر ايښى و؟ ما ورته ټوله تېره کيسه وکړه، چې رسول الله راته وويل: ((پوهېږې هغه څوک و؟)) ورته مې وويل: نه! راته يې وويل: ((هغه جبراييل و او ددې لپاره يې راسره خبرې کولې چې درد مې کم شي.))

دا حديث محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢١٩ مخ کې راوړى او د هغه وينا له مخې ابوعمر محمد بغوي نقل کړى او محب طبري په هماغه مخ کې يو بل روايت له ابن عباس څخه نقل کړى، چې ويلي يې دي: په مخ کې يې د علي خبره شوه، و يې ويل: د هغه چا په اړه خبرې کوئ، چې د جبراييل د پښو غږ به يې د خپل کور پر بام اورېده.

رسول الله (ص): په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم

(صحيح مسلم) د فضائل الصحابه په کتاب کې په باب فضايل علي کې په خپل سند له يزيد بن حيان څخه روايتوي چې وايي: زه او حصين بن سبرة او عمر بن مسلم د زيد بن ارقم ليدو ته ولاړو، چې حصين وويل: زيده! تا له خپل عمره ډېر خېر ليدلى؛ ځکه رسول الله دې ليدلى، ورسره جګړو ته تللى، حديثونه دې ترې اورېدلي او په کلونو کلونو دې ورپسې لمونځونه کړي دي؛ نو له دې ټول خېره يو حديث موږ ته ووايه، چې له رسول الله دې اورېدلى وي؛ نو راته يې وويل: و راره! پر الله تعالی قسم، چې زوړ شوى يم او تګ مې رانږدې دى؛ خو ما يو لړ هغه احاديث هېر کړي، چې له رسول الله مې اورېدلي وو؛ نو کوم حديثونه، چې درته وايم، تاسې يې په ځير ياد کړئ اونوره پوښتنه به نه کوئ او بيا يې وويل: يوه ورځ رسول الله د مکې او مدينې په منځ کې په خم نومې سيمه کې موږ ته خطبه وويله او د الله تعالی تر ستاينې او ډېرو نصيحتونو روسته يې وويل: ((ايها الناس! زه بشر يم او کېداى شي ډېر ژر پرښته زما روح اخستو ته راشي او زه يې هم بلنه ومنم او زه تر ځان روسته په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم، چې لومړى يې د الله تعالی کتاب دى چې ټول ښيون-ښیون او رڼا ده؛ نو د الله تعالی پر کتاب منګولې ولګوئ _ او ډېر يې خلک د الله تعالی کتاب ته راوهڅول _ او بل يې زما اهلبيت دي، زه مې د اهلبيتو په اړه الله تعالی دريادوم.))

حصين: پوښتنه وشوه: اهلبيت څوک دي؟ آيا د رسول الله مېرمنې هم په اهلبيتو کې دي؟ و يې ويل: مېرمنې يې د کور خلک دي؛ خو اهلبيت نه دي؛ اهلبيت هغوى دي، چې تر رسول الله روسته ورته صدقه حرامه ده؛ پوښتنه يې وکړه: نو اهلبيت څوک دي؟ و يې ويل: آل علي، آل عقيل، آل جعفر او آل عباس. پوښتنه ترې وشوه: آيا صدقه ټولو ته حرامه ده. و يې ويل: هو!

دا روايت مسلم هم په ځينو سندونو له زيد بن ارقم څخه نقل کړى، چې په تېرو شويو برخو کې يې ځينو سندونو ته اشاره هم وشوه. احمد بن حنبل هم د خپل مسند د څلورم ټوک په ٣٦٦ مخ، بيهقي د سنن د دويم ټوک په ١٤٨ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٠ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى.

 دارمي هم د خپل سنن د دويم ټوک په ٤٣١ مخ کې او متقي د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٥ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې عبدبن حميد په خپل مسند کې له حضرت زيد بن ارقم څخه او د اووم ټوک په ١٠٢ مخ کې يې له دوو لارو او طحاوي هم په مشکل الاثار (درېیم ټوک، ٣٦٨ مخ) کې راوړى دى.

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٣٠٨ مخ) په خپل سند له ابي سعيد له اعمش له حبيب بن ابي ثابت له زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې وايي: رسول الله وويل: ((زه په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم او ځم او تر هغه مو چې پرې منګولې ولګولې؛ نو بې لارې به نشئ، چې يو تر بله ستر دي، چې لومړى يې د الله تعالی کتاب دى، چې هغه رسۍ ده، چې يوه خوا يې له الله تعالی او بله خوا يې درسره ده او بل يې زما عترت؛ يعنې اهلبيت دي او دا دواړه ان د سترګو د يو رپ هومره هم يو له بله نه بېلېږي، چې د حوض کوثر تر غاړې ما وويني؛ نو ښه چلن ورسره وکړئ او ګورم چې څرنګه چلن ورسره کوئ.))

 دا روايت ابن اثير جرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ کې او سيوطي په درالمنثور کې د شورى د سورت تر مودت آيت لاندې راوړى او ويلي يې دي: انباري هم د المصاحف په کتاب کې راوړى دى.

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٣٠٨ مخ) حضرت جابر بن عبدالله: د عرفې پر ورځ حال دا، رسول الله پر قصوى اوښ سپور و، موږ ته يې داسې خطبه وويله: ((يا ايها الناس! په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم او تر هغه چې پرې منګولې ولګوئ؛ نو بېلارې به نشئ؛ د الله تعالی کتاب او عترت مې اهلبيت.)) ترمذي بيا وايي: په دې اړه له حضرت ابي ذر، زيد بن ارقم، حذيفة بن اسيد او ابي سعيد (رضى الله عنهم) نور روايتونه هم نقل شوي او پورتنى روايت متقي د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٨ مخ کې راوړى او ابي شيبه او خطيب (درالمتفق او المفترق) ته يې نسبت ورکړى دى.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٠٩ او ١٤٨ مخونه. نسائي؛ خصايص: ٢١ مخ. امام احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ١٧ مخ له حضرت ابي سعيد خدري نقل کړى. فخر رازي په خپل تفسير کې د (واعتصموا بحبل الله جميعاً ولا تفرقوا)) (آل عمران) تر آيت لاندې، هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٦٣ مخ. ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، دويم قسم، ٢ مخ. امام احمد حنبل د خپل مسند د درېیم ټوک په ١٤ مخ او همداراز د پينځم ټوک په ١٨١ مخ. مناوي؛ فيض القدير: درېیم ټوک، ١٤ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې مناوي، ابويعلي او حافظ عبدالعزيز اخضر هم راوړى دى او سمهودي ويلي، چې په دې اړه تر دوو سوو ډېر اصحاب نقلونه لري. ابن حجر؛ صواعق: ١٣٦ مخ هم په دې خبره منښته کړې ده.

(صواعق المحرقه: ٧٥ مه) وايي: په روايت کې دي، چې په هغه ناروغۍ کې چې رسول الله يې له امله مړ هم شو؛ له خلکو سره يې لمونځ وکړ او و يې ويل: ((خلکو! نږدې دى، چې ساه راڅخه واخلي او زه دا خبره په دې حال؛ ځکه درته کوم، چې هېڅ عذر درته پاتې نشي او ټول يې واورئ، چې زه په تاسې کې د الله تعالی کتاب او اهلبيت مې ځايناستي کوم او په تاسې کې يې پرېږدم)) او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او لاس يې ورته جيګ کړ او و يې ويل: ((دا علي له قرآن او قرآن له علي سره دى او هېڅکله به يو له بله بېل نشي، چې د حوض کوثر تر غاړې ما وويني.))

(ثعلبي؛ قصص الانبياء: ١٤ مخ) وايي: رقاش له حضرت انس بن مالک څخه روايت کړى، چې وايي: رسول الله د سهار لمونځ له موږ سره و کړ؛ نو همداچې لمونځ يې پاى ته ورسو؛ نو ډلې ته يې مخ کړ او و يې ويل: ((مسلمانانو! څوک چې لمر له لاسه ورکړي؛ نو بايد د سپوږمۍ له رڼا ګټه واخلي او که سپوږمۍ هم له لاسه ورکړي؛ نو بايد د “زهره” له رڼا ګټه واخلي او که هغه يې هم له لاسه ورکړ؛ نو بايد له دوو ستورو؛ فرقدين څخه ګټه واخلي.)) خلکو وويل: رسول الله! له لمر، سپوږمۍ، زهره او فرقدين څخه مو مراد څه دى؟ و يې ويل: ((لمر زه، سپوږمۍ علي، زهره فاطمه او فرقدين حسن او حسين دي او دوى تل د الله تعالی له کتاب سره دي او ترې نه بېلېږي، چې ما د حوض کوثر تر غاړې وويني.))

د رسول الله (ص) اهلبيت د حضرت نوح (ع) د بېړۍ په څېر دي

(مستدرک الصحيحين: دويم ټوک، ٣٤٣ مخ) په خپل سند د حنش کناني له خولې وايي: حضرت اباذر غفاري مې وليد، حال دا، د کعبې ور يې نيولى و او په جيګ غږ يې ويل: ((خلکو! څوک مې چې پېژني؛ نو پېژني مې او که څوک مې نه پېژني؛ نو پوه دې شي، چې زه ابي ذر يم او د الله تعالی له استازي مې اورېدلي: ((زما د اهلبيتو مثال د نوح د بېړۍ په څېر دى، که څوک پکې سواره شول؛ نو خلاصون به يې موندلاى وي او که چا ترې سرغړونه وکړه؛ نو غرق به وي.))

دا روايت يې د درېیم ټوک په ١٥٠ مخ کې هم له بلې لارې راوړى؛ متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٦ مخ. هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٤٨ مخ. علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٦١٠ مخ کې. حلية الاولياء د څلورم ټوک په ٣٠٦ مخ کې له سعيد بن جبير څخه او محب طبري د ذخاير په ٢٠ مخ کې او د هغه وينا له مخې ملا هم په خپله سيره کې او بزار له حضرت ابن عباس او ابن زبير څخه نقل کړى دى.

 خطيب بغدادي (دولسم ټوک، ١٩ مخ) له حضرت انس بن مالک او سيوطي په درمنثور کې تر (و اذقلنا ادخلوا هذه القرية فکلوا منها حيث شئتم رغداً و ادخلوا الباب سجداً و قولوا حطة نغفرلکم خطاياکم) (سوره بقره) لاندې له ابن ابي شيبه له علي بن ابيطالب څخه روايت کړى چې وايي: ((موږ په دې امت کې د نوح بېړۍ او “باب حطه” يو.))

همدې مضمون ته نږدې يو بل روايت هم کنزالعمال د لومړي ټوک په ٢٥٠ مخ کې له عباد بن عبدالله اسدي او شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې له طبراني له ابي ذر څخه نقل کړى دى او همداراز هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٦٨ مخ کې له حضرت ابي سعيد خدري روايت نقل کړى، چې په پاى کې يې راغلي دي: ((لکه څنګه چې که بني اسراييل باب خطه ته ورننووتي وو؛ نو بښل شوي به وو (نغفرلکم خطاياکم)؛ نو همداراز که څوک زما په امت کې هم پر اهلبيتو منګولې ولګوي؛ نو و به بښل شي.))

 ذخاير العقبى هم په ٢٠ مخ کې دې مضمون ته ورته يو بل روايت له علي نقل کړى او همداراز کنوزالحقايق په ١٣٢ مخ کې او فيض القدير (درېیم ټوک، ٣٥٦ مخ) او مناوي په فيض القدير کې د حديث تر نقلولو روسته ويلي: ((يعنې لکه څنګه چې الله تعالی با ب خطه د بني اسراييلو لپاره د بښنې وسيله ګرځولې وه؛ نو که څوک ورته په تواضع او سجده ورننووتي واى؛ نو بښل شوي به واى؛ نو په دې امت کې که څوک له علي سره مينه وکړي او کړلار يې خپله کړي او پر لارښوونه يې ولاړ شي؛ نو جنتي او له اوره به خلاص شي.

اهلبيت د امت امامان دي

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٤٩ مخ) په خپل سند د حضرت ابن عباس له خولې وايي: رسول الله وايي: ((ستوري ځمکمېشتي له ډوبېدو ژغوري؛ زما اهلبيت هم د امت امامان دي؛ نو که په عربو کې هر ټبر له اهلبيتو سره شخړه وکړه؛ نو په اړپېچ ککړ شوى او د ابليس ګوند دى.))

 دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٤٠مخ کې راوړى او صحيح يې ګڼلى دى.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٤٥٨ مخ) په خپل سند د محمد بن منکدر د پلار له خولې وايي: يوه شپه رسول الله له کوره ووت او د ماسخوتن لمونځ يې هم وځنډاوه، خلک ورته په تمه ول، چې جومات ته به راشي او لمونځ به وکړي، جومات، چې ته راننووت؛ نو پوښتنه يې وکړه: څه ته په تمه ياست؟ و مو ويل: لمونځ ته په تمه وو. و يې ويل: ((چې کله لمونځ ته هم په تمه ياست؛ نو د لمونځ په حال ياست.)) (؛ يعنې د لمونځ ثواب درته ليکل کېږي) بيا يې وويل: ((دا هغه لمونځ دى، چې مخکې يو امت هم نه دى پر ځاى کړى.)) بيا يې سر اسمان ته کړ او و يې ويل: ستوري اسمانمېشتو ته امان دى او چې تپه تياره شي؛ نو اسمانوالو ته وعده ورکړ شوې، چې عذاب به راورسي.)) تردې چې وايي: ((اهلبيت مې د امت امامان دي او چې کله ځمکه ترې خالي شوه؛ نو امت ته وعده ورکړ شوې، چې عذاب به راشي .))

دا روايت کنزالعمال د شپږم ټوک په ١١٦ مخ کې او همداراز د اووم ټوک په ٢١٧ مخ کې او صواعق المحرقه (١١١ مخ) او د مجمع الزوايد د نهم ټوک په ١٧٤ مخ کې او مناوي د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢٩٧ مخ کې او ذخاير العقبى په ١٧ مخ کې او علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٧١٠ مخ کې نقل کړى دى.

د قيامت پر ورځ بې د رسول الله (ص) له سبب او نسبه ټول سبب او نسبونه پرې کېږي

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٥٨ مخ) په خپل سند له مسور بن مخرمخ روايت کړى، چې ويلي يې دي: حسن بن علي مې پر لور مرکه وکړه؛ نو پيغام مې ورواستاوه، چې ماڅښوتن به سر ووينو. مسور چې حسن وليد؛ نو د الله تعالی تر ستاينې روسته يې وويل: پر الله تعالی قسم، چې ستاسې له خېښۍ او زومتوب به راته يو زوم هم ښه نه وي او داچې رسول الله وويل: ((فاطمه مې د وجود ټوټه ده؛ نو څه يې چې خپه کوي؛ ما هم خپه کوي او څه يې چې خوشحالوي؛ ما هم خوشحالوي او د قيامت پر ورځ ټول نسبونه پرې کېږي؛ مګر زما سبب، نسب او زومولي.)) او ستا ښځه د فاطمې لور ده، که لور درکړم؛ نو مېرمن دې درنه خپه کېږي.

حلية الاولياء د اووم ټوک په ٣١٤ مخ کې همدې مضمون ته ورته يو بل روايت نقل کړى او هيثمي د مجمع د اتم ټوک په ٢١٦ مخ کې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: چې کله د رسول الله د ترور صفيه زوى ومړ؛ نو ورته يې وژړل او په چغو شوه، چې رسول الله ورته راغى او ورته يې وويل: ترور جانې ولې دومره ژاړې؟ و يې ويل: زوى مې مړ شوى دى. رسول الله وويل: ((په چا چې د اولاد د مړينې غم راشي او صبر جامه کړي؛ نو الله تعالی ورته په جنت کې ماڼۍ ورکوي.)) نو صفيه غلې شوه او ولاړه، چې په لار کې له حضرت عمر بن خطاب سره مخ شوه، چې حضرت عمر ورته پېغور ورکړ او ورته يې وويل چې: غږ مې ستا واورېد، چې ژړل دې او له رسول الله سره خپلوۍ درته هېڅ ګټه و نه کړه، چې صفيه بيا په ژړا شوه او رسول الله يې غږ واورېد؛ نو داچې ترور پرې ډېره ګرانه وه او ډېر درناوى يې کاوه؛ نو بې ځنډه يې ځان راورساوه او ورته يې وويل: ترور جانې تر هغه زېري روسته چې مې درباندې وکړ؛ بيا هم ژاړې؟! و يې ويل: دا ځل مې ژړا د زوى د وير نه ده؛ بلکې د عمر بن خطاب د پېغور له امله ده. رسول الله غوسه وويل: بﻻله! ټول خلک راټول کړه. خلک راټول شول او رسول الله پر ممبر کېناست او و يې ويل: ((دا په خلکو څه شوي، چې ګومان کوي، چې له ماسره د چا خپلوي ګټه نه لري؟ په قيامت کې به هر نسب اوسبب پرې شي، پرته زما له نسب او سببه، چې زما نسب او سبب په دنيا او اخرت کې نه پرې کېږي.))

دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٣٨ مخ او محب طبري د ذخاير په ٦ مخ کې ر اوړى دى؛ خو دومره خبره ده، چې صواعق د حضرت عمر پر نوم ټينګار نه دى کړى او په دې اړه هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٧٤ مخ کې دوه روايتونه ر انقل کړي دي او همداراز فيض القدير (پينځم ټوک: ٢٠ او ٣٥ مخونه) کنزالعمال (لومړى ټوک: ٩٨ مخ) او د اووم ټوک په ٤٢ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ١٣٨ مخ کې په دې اړه راوايتونه نقل کړي دي.

 

د اهلبيتو په باب نازل شوي آيتونه

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٧٢ مخ) په خپل سند له د علي بن الحسين له خولې هغه خطبه نقل کړې، چې په کربلا کې يې د خپل پلار امام حسين تر شهيدېدو روسته خلکو ته وويل او پکې يې د اهلبيتو فضايل شمېرلي، چې وايي: ((زه له هغه اهلبيتو يم، چې مينه يې الله تعالی پر ټولو مسلمانانو فرض کړې ده او خپل استازي ته يې حکم کړى: ((قل لا اسئلکم عليه اجراً الا المودة فى القربى و من يقترف حسنة نزدله فيها حسنا))؛ يعنې:

دا خبره صواعق محرقه په ١٠١ مخ او زمخشري په کشاف کې د (و من يقترف) تر آيت لاتدې نقل کړى دى او سيوطي په در منثور کې تر همدې آيت لاندې نقل کړى دى.

(کنزالعمال: لومړى ټوک، ٢٥١ مخ) او سيوطي په درمنثور کې د (الذين آمنوا و تطمئن قلوبهم بذکرالله الا بذکر الله تطمئن القلوب) آيت تر تفسير لاندې نقل کړي، چې دا آيت د هغوى په اړه دى، چې الله تعالی، رسول اهلبيت يې په رښتيا خوښ وي او مينه ورسره کوي او له مؤمنينو سره په شتون او نه شتون کې مينه وکړي.

سيوطي په درالمنثور کې د (ص) د سورت په (و ان الياس لمن المرسلين) تر آيت لاندې وايي: ابن ابي حاتم، طبراني او ابن مردويه د حضرت ابن عباس له خولې وايي: د (سلام على آل ياسين) په آيت کې له آل ياسين څخه مراد موږ يو.

 صواعق محرکه په ٨٩ مخ کې وايي: فخر رازي وايي: اهلبيت له رسول لله سره په پينځو څيزونو کې شريک دي؛ ړومبى: په سلام کې مسلمانان د شواروز په لمونځونو کې پر پېغمبر سلام وايي (السلام عليک ايها النبى) او همداراز په قرآن کې راغلي دي: (سلام على آل ياسين) دويم: د لمونځ په درود کې، چې پرې درود ويل کېږي. درېیم: په طهارت کې، چې الله تعالی خپل استازي ته طاهر ويلى دى او ويلي (طه) يې دي: (يطهرکم تطيرا) څلورم: د صدقې په حرمت کې، پينځم په مينه کې (قل لا اسئالکم عليه اجرا الا المودة فى القربى)

(ابن حجر؛ صواعق: ٩٠ مخ) وايي: د اهلبيتو په فضيلت کې پينځم آيت (واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا) دى، چې ثعلبي يې په تفسير کې نقل کړي، چې ((حبل الله)) اهلبيت دي، چې دا خبره شبلنجي هم د نورالابصار په ١٠١ مخ کې کړې ده.

صواعق په ٩٢ مخ کې وايي: د اهلبيتو په اړه شپږم آيت: (ام يحسدون الناس على ما آتيتهم الله من فضله) دى، چې ابوالحسن مغازلي له امام محمد باقر نقلوي: پر الله تعالی قسم، چې په دې آيت کې (ناس) موږ يو، چې دښمنان راسره د الله تعالی په راکړه کې کينه کوي. دا مانا شبلنجي هم په نورالابصار کې راوړې او وايي: له ((ناس)) څخه مراد اهلبيت دي.

سيوطي په درالمنثور کې تر (ان الله اصطفى آدم و نوحاً و آل ابراهيم و آل عمران على العالمين) آيت لاندې له له ابن جرير، ابن منذر او ابن ابي حاتم د حضرت ابن عباس له خولې وايي: په دې آيت کې آل محمد هم شامل دي.

په روايتونو کې د اهلبيتو فضايلو ته لنډه کتنه

 (صواعق محرقه: ١٣مخ) له احمد بن حنبل، محاملي، مخلص، دهني او نورو د بي بي عايشې له خولې وايي: رسول الله وويل: حضرت جبراييل وويل: ما د ځمکې لر او بر لاندې باندې کړل؛ خو د محمد په څېر سړى مې و نه موند او بيا مې لاندې باندې کړل او د بني هاشمو په څېر شريف ټبر مې و نه موند.

 دا روايت مناوي هم په فيض القدير (څلورم ټوک: ٤٩٩ مخ) کې راوړى او د حاکم دکنى و الالقاب کتاب او د ابن عساکر تاريخ ته يې نسبت ورکړى دى.

(ثعلبي؛ قصص الانبياء: ١٤ مخ) وايي: پينځم باب د ځمکې د ښکلا او سينګار په اړه دى او همداراز شمېري، چې د پېغمبرانو لړۍ ته رارسي، چې د ځمکې تر ټولو ښکلې ښکلا داده، چې الله تعالی دا لړۍ په څلورو پېغمبرانو سينګار کړه: ابراهيم خليل، موسى کليم، عيسى وجيه او محمد حبيب او د ځمکې پينځمه ښکلا آل محمد دي، چې دا دي: علي، فاطمه، حسن او حسين.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٢١٨ مخ) په دې عبارت يو روايت نقل کړى، چې موږ اهلبيت د فضايلو په يو داسې مقام يو، چې څوک هم له موږ سره د پرتله کېدو وړ ندي.

(اصابه: لومړى ټوک: لومړى قسم، ١٤٤ مخ) د ابوالشيخ له تفسيره د قيس بن براء له عبدالله بن بدر له پلار څخه روايت دى، چې رسول الله وويل: ((که څوک غواړي عمر يې اوږد شي او له هغه روزۍ خير وويني، چې الله تعالی ور په برخه کړې؛ نو زما له اهلبيتو سره دې نېکي وکړي، که څوک ترې زما ځايناستى نشو؛ نو عمر به يې لنډ وي او د قيامت پر ورځ به تورمخى راسره ګوري.))

 دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې نقل کړى دى.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٦٣ مخ) له ابن عمر څخه روايت کړى، چې وايي: د ځلکدن په روستيو شېبو کې، رسول الله دا خبره وکړه: تر دې روسته ستاسې او د اهلبيتو ځان يم. بيا يې دا روايت طبراني ته نسبت ورکړى؛ ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ او ١٣٦ مخونو کې نقل کړى دى.

(فيض القدير: درېیم ټوک، ٤٩٧ مخ او نهم ټوک: ٥٥٣ مخ) په دې اړه روايت نقل کړى، چې له اهلبيتو سره د امت د چلن په اړه رسول الله وړاندوينه کړې وه؛ ذخاير العقبى هم په ١٨ مخ کې د اهلبيتو په اړه د رسول الله د سپارښـتنو روايت له عبدالعزيز څخه نقل کړى دى. محب طبري يې تر نقلولو روسته وايي: ابوسعيد او ملا هم نقل کړى دى؛ ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ مخ کې او شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٦٨ مخ) له ابي سعيد خدري روايتوي، چې رسول الله وويل: ((الله تعالی (ج) درې حرمتونه لري، چې که چا يې يو هم وساته؛ نو الله تعالی به يې دين او دنيا وساتي او که چا و نه ساتل؛ نو الله تعالی به يې يو څه هم و نه ساتي او ضمانت به يې ونه کړي؛ ړومبى د اسلام حرمت، دويم زما حرمت او درېیم زما د حرم حرمت.))

 دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ مخ کې راوړى او طبراني او ابوالشيخ ته يې نسبت ورکړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٢١٦ مخ) رسول الله وويل: ((که چا زما له اهلبيتو سره ښه وکړل؛ نو زه به ورسره د قيامت پر ورځ ښه وکړم.))

 دا روايت مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ١٧٢ مخ کې او حبابي په تاريخ طالبين کې راوړى او تر نقلولو روسته يې وايي: ((څومره بختور دي، هغوى چې د رسول الله د اهلبيتو خپګان له منځه يوسي او يا يې خبره ومني او يا يې کومه هيله پوره کړي او هغه حکايتونه له شمېره وتلي دي، چې په دې مانا دلالت کوي او که څوک غواړي ځان نور هم پوه کړي، د بارزي توثيق عى الايمان کتاب او د ابن جوزي کتابونه بايد ولولي.))

دا روايت له بلې لارې داسې نقل شوى دى: ((که څوک زما له اهلبيتوسره ښه وکړي او هغه يې جبران نه کړاى شي؛ نو زه به يې په خپله د قيامت پر ورځ جبران کړم.))

 د محب طبري (ذخاير: ١٩ مخ) د وينا له مخې دا حديث ابوسعد او ملا هم نقل کړى دى.

(کنزالعمال: اتم ټوک، ١٥١ مخ او شپږم ټوک: ٢١٧ مخ) داسې نقل کړى دى: ((زه به د قيامت پر ورځ د څلور ډلو شفاعت کوم: ١_ چا چې زما د ځوځات درناوى وکړ. ٢_ چا چې زما د ځوځات کومه اړتيا پوره کړه. ٣_چايې چې د پرېشانۍ پر مهال د ژوند لپاره ګام پورته کړ. ٤_ څوک چې په ژبه او زړه ورسره مينه کوي.))

 دا روايت محب طبري هم د ذخاير په ١٨ مخ کې راوړى او همدې روايت ته ورته يو بل روايت هم ابن حجر د صواعق په ١٥٠ مخ کې نقل کړى دى.

(کنزالعمال: اووم ټوک، ٢١٤ مخ) او مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ١٧٦ مخ کې: ((د قيامت پر ورځ پينځه شفيعان دي: ١_ قرآن. ٢_رحم. ٣_امانت. ٤_ ستاسې پېغمبر. ٥_ د پېغمبر اهلبيت.))

 (ذخاير العقبى: ١٨ مخ) او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې او ملا په خپله سيره کې روايت نقل کړى، چې رسول الله خپلې د شهادت ګوتې يو ځاى او جوختې کړې او و يې ويل: ((زما اهلبيت او دوستان به يې داسې يو ځاى سره جنت ته ننوځي.))

(ابن حجر؛ صواعق: ٩٥ مخ) او (احمد؛ مناقب) راوړي، چې رسول الله وويل: ((بني هاشمو! قسم پر هغه الله تعالی، چې زه يې مبعوث کړى يم، چې د قيامت پر ورځ به شفاعت له تاسې پيلوم.))

(ذخاير العقبى: ١٦ مخ) له عبدالعزيز او په خپل سند له رسول الله نقلوي چې وايي: ((زه او اهلبيت مې په جنت کې د ونې په څېر يو، چې ښاخونو مو پر ځمکه دي؛ نو که چا پرې منګولې ولګولې؛ نو الله تعالی ته به يې لار موندلې وي.)) همدا ليکوال په ١٤ مخ کې وايي: له زيد بن اسلم له پلار يې له عمر بن خطاب څخه روايت دى، چې زبير بن عوام وويل: زړه دې غواړي حسن بن علي ووينې؟ زبير پلمه رواړه. حضرت عمر وويل: مګر خبر نه يې چې د بني هاشمو پوښتنه کول (عيادت) دينې فريضه ده او زيارت يې نفل او شرعي مستحب دى.

 سيوطي هم په درالمنثور کې د (قل لا اسئالکم عليه اجرا) آيت تر تفسير لاندې له بخاري نقل کړي، چې وايي: حضرت ابوبکر به ويل: د رسول الله لپاره پر اهلبيتو يې پام وکړئ.))

له اهلبيتو سره مينه

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٣٠٨ مخ) له حضرت ابن عباس څخه او (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٤٩ مخ) او ابونعيم د حلية د درېیم ټوک په ٢١١ مخ، خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: څلورم ټوک، ١٥٩ مخ، ابن اثيرجرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ او سيوطي په درالمنثور کې د (قل لا اسئالکم) تر آيت لاندې راوړي، چې رسول الله وويل: ((له الله تعالی سره يې د نعمتونو له امله مينه وکړئ، له ماسره د الله تعالی له امله او له اهلبيتو سره مې زما له امله مينه وکړئ.)) او د وينا له مخې يې ترمذي، طبراني، حاکم او بيهقي راوړى دى.

(د بغداد تاريخ: دويم ټوک، ١٤٦ مخ) وايي: رسول الله وايي: ((زما شفاعت د هغوى لپاره دى، چې له اهلبيتو سره مې مينه کوي.))

سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې او د هغه د وينا له مخې احمد، ترمذي، نسايي، حاکم، محب طبري (ذخاير: ٩ مخ)، طبراني، او خطيب بغدادي د ابي الضحى له لارې د حضرت ابن عباس له لارې او همداراز له ابي الضحى له مسروق له عايشې بي بي روايتونه نقل کړي، چې حضرت عباس رسول الله ته ګيله وکړه، خلک، چې موږ بني هاشم له لرې ويني؛ نو يو له بل سره پسپسکي کوي او چې ورنږدې شو؛ نو چوپ شي او لنډه دا چې ستا نبوت او رسالت ددې لامل ګرځېدلى، چې خلک راسره په زړونو کې کينه واخلي. رسول الله دومره خپه شو، چې پر تندي يې خولې راماتې شوې او و یې ويل: ((پر الله تعالی قسم، چې د هغوى په زړه کې به ايمان نه وي او خير به و نه ويني چې درسره مينه ونه کړي.))

په يو بل نقل کې راغلي: ((پر الله تعالی چې ايمان به ونه لري، چې راسره تر ځانه، له اهلبيتو سره تر خپلو اهلبيتو، له عترت سره تر خپل عترت او له ځوځات سره مې تر خپلې ځوځاته ډېره مينه ونه کړي.))

 دا روايت هيثمي هم د مجمع د لومړي ټوک په ٨٨ مخ کې راوړى او د هغه وينا له مخې، طبراني هم په کبير او هم اوسط او همداراز شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې، ديلمي، طبراني، ابوالشيخ په نورالابصار (١٠٣ مخ) او د هغه د وينا له مخې ديلمي، طبراني، ابوالشيخ، ابن حبان او بيهقي هم نقل کړى دى.

(کنزالعمال: دويم ټوک، ٥٦ مخ): ((پينځه څيزه دي، چې که چا ته روزي شول؛ نو په آخرت کې به د عمل د نه کولو لپاره هېڅ پلمه نه لري: ١_صالحه کورودانه. ٢_نېک اولاد. ٣_ښه خوى. ٤_ په وطن کې معيشت. ٥_ له اهلبيتو سره مينه.))

 دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېیم ټوک په٤٥٩ مخ کې نقل کړى او د وينا له مخې يې ديلمي هم په الفردوس کې نقل کړى دى.

(کنزالعمال: اووم ټوک، ٢١٢ مخ) د قيامت پر ورځ به د الله تعالی بنده ګام پورته نه کړي؛ خوداچې د څلورو څيزونو پوښتنه ترې نه وي شوې: ١_ عمر چې څنګه دې تېر کړ. ٢_ بدن چې په کوم کار دې واچاوه. ٣_مال، چې له کومه دې راوړى او په کوم ځاى کې دې لګولى دى. ٤_ د اهلبيتو مينه.

 دا روايت طبراني له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او هيثمي د مجمع د لسم ټوک په ٣٤٦ مخ کې نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٢٧٨ مخ): خپل اولاد مو پر درې څيزونو ادب کړئ: ١_له پېغمبر سره مينه. ٢_له اهلبيتو سره مينه. ٣_د قرآن قرائت، چې د قرآن د حاملانو ناسته پاسته به د الله تعالی تر سيوري لاندې له انبياوو او اصفياوو سره وي؛ پر هغه ورځ، چې يو سيورى به هم نه وي. بيا متقي وايي: دا حديث ابونصر عبدالکريم شيرازي د فوايد په کتاب کې او ديلمي په فردوس کې له ابن النجار څخه، مناوي د فيض القدير د لومړي ټوک په ٢٢٥ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى.

زمخشري په کشاف کې د شورى سورت د مودت آيت تر تفسير لاندې د رسول الله وينا راخستې، چې وايي: شهيد دى څوک چې د آل محمد په مينه ومري. پوه شئ! پر آل محمد مين مړ به بښل شوى له دنيا تللى وي. پوه شئ! پر آل محمد مين مړ به تائب له دنيا تللى وي. پوه شئ! پر آل محمد مين مړ به مؤمن او په بشپړ ايمان له دنيا تللى وي. پوه شئ! پر آل محمد مين مړ ته به ملک الموت د جنت وعده وکړي او بيا انکر او منکر. پوه شئ! پر آل محمد مين مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته بيول کېږي. پوه شئ! پر آل محمد د مين د مړي له قبره به د جنت په لور دوه سيوري جوړ شي. پوه شئ! پر آل محمد د مين د مړي قبر به د د پرښتو زيات وي. پوه شئ! پر آل محمد مين مړ به پر سنت او جماعت له دنيا تللى وي. پوه شئ! د قيامت پر ورځ به يې له آل محمد سره د کينه کښ پر تندي ليکلي وي: د الله تعالی له رحمته نهيلى او پوه شئ! له آل محمد سره کينه کښ کافر له دنيا تللى او ان د جنت بوى به هم حس نه کړي.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٧٢ مخ او لسم ټوک: ٢٨٢ مخ) (کنوزالحقايق: ٥ مخ) (ذخاير العقبى: ٨١ مخ) (شبلنجي؛ نورالابصار: ١٠٣ مخ) روايتونه نقل کړي، چې د ټولو نچوړ دادى: د الله تعالی نبي وويل: هېڅکله زما له اهلبيتو مه غافلېږئ، چې که څوک زما د اهلبيتو په مينه له الله تعالی سره ملاقات وکړي؛ نو په شفاعت به يې جنتي کړي او پر الله تعالی چې زموږ د حق له پېژندو پرته يو عمل هم ګټه نه لري او څوک چې موږ د دنيا لپاره غواړي؛ نو هېڅ يې هم نه دي کړي او که چا د الله تعالی له امله راسره مينه وکړه؛ نو ددې دوو ګوتو (د شهادت دوه ګوتې يې يو ځاى کړې) په څېر به يو ځاى جنت ته ننوځو او پر پل صراط به يې پښه نه ښوېيږي، چې له اهلبيتو سره يې مينه ډېره وي او له مؤمن پرته له اهلبيتو سره څوک مينه نه کوي او له منافق پرته څوک له اهلبيتو سره دښمني نه کوي او له آل محمد سره يوه ورځ مينه تر يوه کال عبادت غوره ده.

له اهلبيتو سره دښمني او کړول يې

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٥٠ مخ) له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي، چې رسول الله وايي: ((قسم پر هغه الله تعالی، چې ژوند مې يې په لاس کې دى، چاچې له موږ اهلبيتو سره دښمني کړې؛ نو الله تعالی ‌به يې په اورکې کړي.)) بيا وايي: دا حديث د مسلم په شرطونو صحيح دى او ابن حجر هم د صواعق په ١٤٣ مخ کې راوړى او سيوطي په درالمنثور کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې نقل کړى او احمد، ابن حبان او حاکم ته يې نسبت ورکړى دى.

(د بغداد تاريخ: درېیم ټوک، ١٢٢ مخ) د حضرت ابن عباس له خولې له رسول الله روايتوي، چې وايي: که عابد زر کاله په رکن او مقام کې د الله تعالی عبادت وکړي او بيا يې د ډېر عبادت له امله هډوکي ورژېږي او له اهلبيتو سره په دښمنۍ مړ شوى وي؛ نو الله تعالی به يې پړمخه دوزخ ته ورګوزار کړي.

سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې، محب طبري د ذخاير په ١٨ مخ کې او د هغه د وينا له مخې احمد په مناقب او مناوي د کنوزالحقايق په ١٣٤ مخ کې او د هغه د وينا له مخې ديلمي راوړي، چې رسول الله وويل: ((له موږ سره دښمن به د اور په کوړو کې د الله تعالی له رحمته لرې کړاى شي.))

 (هيثمي؛ مجمع: څلورم ټوک، ٢٧٨ مخ) له معاويه بن خديج څخه روايتوي چې وايي: معاويه زه حسن بن علي ته ولېږلم، چې پر لور يا خور يې يزيد ته مرکه وکړم؛ ورغلم او کيسه مې ورته وکړه، چې راته يې وويل: په دې اړه لوڼې يا خويندې پوښتو او زه هم په خپله خپلې لور ته ورغلم او د يزيد د مرکې خبره مې ورته وکړه، چې لور مې راته وويل: پر الله تعالی چې دا ناشونى چار دى؛ خو دا چې ملګرى دې _ معاويه _ په موږ کې هغه کار وکړي، چې فرعون په بني اسراييلو کې وکړ؛ خپل زامن يې ووژل او لوڼې يې ژوندۍ ښخې کړى. ما حسن ته وويل: زه دې د اور ټوټې ته لېږلې وم، چې زموږ اميرالمؤمنين ته يې فرعون ووايه. معاويه! له موږ سره له دښمنۍ لاس واخله، چې رسول الله وويل: څوک چې له موږ سره دښمني او کينه کوي؛ نو د قيامت پر ورځ به په کوړو د حوض کوثر له غاړې لرې کړاى شي.

 دا روايت يې د نهم ټوک په ١٧٢ مخ کې هم نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٩١ مخ) او د هغه د وينا له مخې، ديلمي له ابي هريرة او زمخشري په کشاف کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې او شبلنجي د نورالابصار په ١٠٠ مخ کې او محب طبري د ذخاير په ٢٠ مخ کې او صواعق المحرقه په ١٤٣ مخ کې روايتونه نقل کړي، چې روستى يې داسې دى، چې که څوک موږ اهلبيتو ته کنځلې وکړي؛ نو مرتد به وي او څوک يې چې وکړوي؛ نو الله تعالی به پرې نه لورېږي او الله تعالی جنت پر داسې کسانو حرام کړى دى او پينځه کسان دي چې ټولو مستجاب الدعوة انبياء پرې لعنت وايي: ١_څوک چې د الله تعالی په کتاب کې لاس وهنه وکړي او لږ يا ډېر يې کړي. ٢_څوک چې د الله تعالی له قضا و قدر څخه منکر شي. ٣_څوک چې د الله تعالی حرام حلال وګڼي. ٤_څوک چې زما د عترت حرمت و نه ساتي. ٥_څوک چې سنت پرېږدي.

(فيض القدير: لومړى ټوک، ٥١٥ مخ) او (کنوز الحقايق: ١٣٤ مخ) او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ او همداراز د لومړي ټوک په ٦٧ مخ کې روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې راغلي: ((د الله تعالی غضبونه خورا ډېر شول، چې يهودو وويل: عزير د الله تعالی زوى دى او چې عيسويانو وويل: عيسى د الله تعالی زوى دى او ډېر ژر به هله ډېر شي چې څوک له ما څخه د چا وينه تو یې کړي.))

علي صديق اکبر دى

(خصايص نسائي: ٣ مخ) له عمرو بن عباد بن عبدالله او ابن جرير طبري دخپل تاريخ د دويم ټوک په ٥٦ مخ کې او محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٥٥ مخ کې او د هغه د وينا له مخې قلعي او خلعي يو روايت او اصابه د اووم ټوک د لومړي قسم په ١٦٧ مخ کې د اسحاق بن بشر اسدي له خالد بن حارث له عوف له حسن له ابي ليلي غفاريه بل روايت نقل کړى، چې و يې ويل: د الله تعالی له استازي مې واورېدل: ((ډېر ژر به تر ما روسته فتنه راولاړه شي او چې فتنه شوه؛ نو علي بن ابيطالب ته پناه يوسئ او ترې لاس وانخلئ، چې هغه تر ټولو ړومبى تن و، چې ايمان يې راوړ او په قيامت کې به تر ټولو ړومبى تن وي، چې راسره روغبړ کوي؛ هغه صديق اکبر، ددې امت فاروق او ددين يعسوب دى؛ لکه څنګه چې د دنيا مال د منافقينو يعسوب او پناه يې دى.))

 دا روايت ابن عبدالبر هم د استيعاب د دويم ټوک په ٦٥٧ مخ کې، ابن اثير جرزي د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٢٨٧ مخ، رياض النضره د دويم ټوک په ١٥٥ مخ کې، هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٢ مخ کې او د هغه د وينا له مخې طبراني، بزار، او همداراز مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٨ مخ کې، متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٦ مخ کې او د هغه د وينا له مخې طبراني، له ابي ذر او سلمان او بيهقي او ابن عدى له حذيفه او همداراز کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٥ مخ کې له سليمان بن عبدالله له معاذة عدويه او ذهبي د ميزان الاعتدال د لومړي ټوک په ٤١٧ مخ کې او رياض النضره د دويم ټوک په ١٥٧ مخ او د هغه د وينا له مخې ابن قتيبه د معارف په کتاب کې، کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٢ مخ کې، په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې د روستي روايت روستۍ برخه مو راوړې ده، چې رسول الله وويل: ((په حشر کې، چې خلک علي د جنت پر يوه اوښ ووينې؛ نو وايي به: دا يا مقربه پرښته ده يا کوم مرسل نبي دى يا د عرش حامل، چې د دوى په ځواب کې د عرش له باطنه غږ کړي: دا صديق اکبر علي بن ابيطالب دى.

 او د شپږم ټوک په ١٥٢ مخ کې وايي: صديقين درې کسان دي: حزقين؛ د آل فرعون مؤمن. حبيب نجار د آل ياسين خاوند او علي بن ابيطالب.

 دا روايت سيوطي د يس سورت په تفسير کې او بخاري په خپل تاريخ کې او مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٢٣٧ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ٧٤ مخ کې همدې مضون ته نږدې يو بل روايت ابوداوود، ابونعيم، ابن عساکر، ديلمي له ابي ليلي او فخر رازي په خپل تفسير کې د مؤمن سورت د (وقال رجل مؤمن من آل فرعون يکتم ايمانه) آيت تر تفسير لاندې او فيض القدير د څلورم ټوک په ٢٣٨ مخ کې او محب طبري د ذخاير په ٥٦ مخ کې او رياض النضره د دويم ټوک په ١٥٣ مخ کې نقل کړى دى.

علي تر ټولو غوره بشر دى

(د بغداد تاريخ: اووم ټوک، ٤٧١ مخ) په خپل سند له جابر څخه روايتوي، چې وايي: د الله تعالی استازي وويل: علي تر ټولو غوره بشر دى او څوک چې شک پکې کوي؛ نو کافر دى او د درېیم ټوک په ١٩٢ مخ کې وايي: څوک چې و نه وايي: په خلکو کې علي تر ټولو غوره بشر دى؛ نو کافر شوى دى. دا روايت ابن حجر عسقلاني هم د تهذيب التهذيب د نهم ټوک په ٤١٩ مخ کې راوړى دى.

(کنوز الحقايق: ٩٢ مخ)، (رياض النضره: دويم ټوک، ٢٢٠ مخ)، (محب طبري؛ ذخاير: ٩٦ مخ)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٨ مخ)، (د بغداد تاريخ: څلورم ټوک، ٣٩١ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١١٦ مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې موږ د مجمع روايت راخستى، چې ابن مسعود وايي: رسول الله ته مې د قرآن اويا سورتونه وويل او حفظ مې کړل او پاتې مې له خيرالناس علي بن ابيطالب سره وويل.

 (هيثمي د هماغه ټوک په ١٥٨ مخ) له ربعي بن حراش څخه روايت کړى، چې عبدالله بن عباس له معاويه څخه د ننووتو اجازه وغوښته حال دا، د ټبر مشران ورسره ناست ول او سعد بن ابي وقاص يې ښي لور ته ناست و؛ نو همداچې معاويه بن ابوسفيان وليدل، چې عبدالله را روان دى؛ نو سعد ته يې وويل: پر الله تعالی چې داسې مسئلې به ورته رامخې ته کړم، چې پکې يې بند کړم. سعد وويل: د حضرت ابن عباس په څېر په ځواب کې بند نه پاتې کېږي؛ نو همداچې عبدالله بن عباس کېناست؛ نو معاويه ترې د ځينو پوښتنه وکړه، چې هيثمي يې نومونه هم راوړي دي، تردې چې په پاى کې يې وپوښتل: د علي بن ابيطالب په اړه څه وايې؟ و یې ويل: . . . . غوره تن و، چې ايمان يې راووړ، ځان ساتى و، د هر ځان ساتي سيد او ښاغلى و، د سبطينو پلار و، چې د هغه بېلګه مې و نه ليده او نه به يې تر قيامته وګوري، چې څوک يې وکنځي، د الله تعالی او خلکو لعنت دې ورباندې وي.

يوازې علي او لارويان يې نېکمرغه دي

(تفسير سيوطي) د بينه د سورت د (ان الذين آمنوا و عملوا الصالحات اولئک خير البرية) آيت تر تفسير لاندې وويل: ابن عساکر له جابر بن عبدالله روايت کړى، چې له رسول الله سره وو او علي راننووت، چې رسول الله وويل: ((قسم پر هغه الله تعالی، چې ژوند مې يې په لاس کې دى، چې دا او لارويان يې يوازې دي او د قيامت پر ورځ يوازې همدوى نېکمرغه دي.))؛ نو ځکه چې رسول الله به علي وليد؛ نو ويل به يې: “خيرالبرية” هغه دى.

(کنوزالحقايق: ٩٢ او ٨٢ مخ) او (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٣١ مخ) او صواعق المحرقه په ٩٦ مخ کې په دې باب روايتونه نقل کړي، چې د صواعق المحرقه په روايت کې رسول الله وايي: ((علي! الله تعالی ته، ستا ځوځات، اولاد، کورنۍ، لارويان او د لارويانو دوستان بښـلي دي.))

له حضرت علي لاروي له خدايه لاروي ده

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢١ مخ) په خپل سند له حضرت ابي ذر روايتوي، چې وايي: رسول الله وويل: چا چې له ما لاروي وکړه؛ نو له خدايه يې لاروي کړې او چا چې له ما سرغړونه وکړه؛ نو له خدايه يې سرغړونه کړې او چا چې له علي لاروي وکړه؛ نو له ما يې لاروي کړې او چا چې له علي سرغړونه وکړه؛ نو له ما يې سرغړونه کړې ده. (حاکم دا رويات صحيح السند ګڼلى دى)

 (رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٧ مخ)، (مناوي؛ کنوزالحقايق: ٦٤ مخ) او محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٢ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې روستى روايت محب طبري له حضرت عمار ياسر او له حضرت ابي ايوب څخه روايت کړى، چې دواړه وايي: رسول الله وايي: ((پر مسلمانانو د علي حق پر اولاد د پلار حق دى.))

علي حجة الله، سيدالاصحاب او سيد العرب دى

 (کنوز الحقايق: ٤٣ مخ)، (د بغداد تاريخ: دويم ټوک، ٨٥ مخ) او (رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٣ مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي: رسول الله، چې علي وليد؛ نو ورته يې وويل: (دا چې را روان دى، په قيامت کې پر امت زما حجت دى.))

(د بغداد تاريخ: شپږم ټوک، ٤٣٧ مخ) په خپل سند له هارون الرشيد څخه روايت کړى، چې وايي: يوه ورځ له علي بن ابيطالب سره وم، چې د علي بن ابيطالب خبره رامنځ ته شوه، چې مهدي وويل: پلار مې له نيکه او هغه هم له پلاره له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې و يې ويل: له رسول الله اصحاب راتاو ول، چې علي راننووت، چې رسول الله وويل: ته د دوى عبقرى يې او بيا يې په خپله د مهدي مانا وکړه؛ يعنې ته يې مشر يې او زما د اصحابو سيد يې.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢٤ مخ) په خپل سند له سعيد بن جبير له عايشې بي بي روايتوي، چې وايي: رسول الله وايي: زه د آدم د اولادې ښاغلى او علي د عربو ښاغلى دى.

 حاکم د يو بل روايت تر نقلولو روسته وايي: دا حديث يو بل شاهد لري او هغه د جابر حديث دى، چې وايي: رسول الله وايي: ووياست چې د عربو ښاغلى راشي. عايشې بي بي وويل: رسول الله! مګر تاسې په خپله د عربو ښاغلى نه ياست؟ رسول الله وويل: زه د آدم د اولاد ښاغلى او علي د عربو ښاغلى دى.

(حليةالاولياء: لومړى ټوک، ٦٣ مخ)، (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٧ مخ) او د هغه د وينا له مخې فضائلي او خجنه ى او (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٧ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٣١ مخ)، (حلية اولالياء: پينځم ټوک، ٣٨ مخ)، (د بغداد تاريخ: يوولسم ټوک، ٨٩ مخ)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٧ مخ او دشپږم ټوک په ٤٠٠ مخ) او هيثمي د مجمع د نهم د ټوک په ١١٦ مخ کې او صواعق په ٧٣ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې ((رسول الله علي ته سيد العرب ووايه.))

 

علي سيدالمسلمين، اميرالمؤمنين، امام المتقين، قائدالغر المحجلين، فاروق الامة و يعسوب الدين دى

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣٧ مخ) په خپل سند له عبدالله بن اسعد بن زراره له پلار څخه روايتوي، چې رسول الله وويل:

 ((د علي په اړه ما ته درې عنوانه وحې شوې؛ ړومبى: هغه د مسلمانانو ښاغلى، دويم: د متقيانو امام او درېیم: قائدغرالمحجلين دى))

(متقي؛ کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٣٧ مخ) او د هغه د وينا له مخې باوردي، ابن قانع، بزار، حاکم او ابونعيم له اسعد بن زراره (اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ٣٣ مخ) له سعد بن زراره، ابن اثير په اسدالغابه (لومړى ټوک، ٦٩ مخ او همداراز درېیم ټوک، ١١٦ مخ)، (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٧ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٢١ مخ) له عبدالله بن حکيم او (رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٧ مخ له حضرت علي کرم الله وجهه او (حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٦٦ مخ) له شعبي او د لومړي ټوک په ٦٣ مخ کې يې له انس؛ د بغداد تاريخ: ديارلسم ټوک، ١٢٢ مخ او د يوولسم ټوک په ١١٢ مخ کې له حضرت ابن عباس؛ (ابن حجر؛ اصابه: اووم ټوک، لومړى قسم، ١٦٧ مخ) له ابو احمد او ابن منده او نورو د اسحاق بن بشر اسدي له خالد بن حارث، له عوف له حسن له ابي ليلي غفاريه او (استيعاب: دويم ټوک، ٦٥٧ مخ) او سد الغابه: پينځم ټوک، ٢٨٧ مخ او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٢ مخ کې له ابي ذر، سلمان او مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٨ مخ کې او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک، ١٥٦ مخ ک او رياض النضره د دويم ټوک په ١٥٥ مخ کې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٤ مخ کې له ابي مسعر څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې راغلي:

 ابي مسعر وويل: د علي مخې ته سره او سپين زر ايښي ول، چې ورننووتم، و يې ويل: زه د مؤمنينو يعسوب يم او دا د منافقينو يعسوب دى، مؤمنين ما ته پناه راوړي او منافقان دې ته.

(حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٦٤ مخ) په خپل سند له حضرت ابن عباس له رسول الله روايتوي، چې وايي: د (يا ايها الذين آمنوا) آيت په سر کې علي دى.))

 ابن حجر هم د صواعق په ٧٦ مخ کې او شبلنجي د نور لابصار په ٧٣ مخ کې او هيثمي د مجمع په د نهم ټوک په ١١٢ مخ کې او محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٧ مخ کې او متقي د کنزالعمال د درېیم ټوک په ٣١٩ مخ کې او مستدرک الصحيحين د درېیم ټوک په ١٢٩ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې روستى په خپل سند له جابر څخه راخستى، چې وايي:

((رسول الله علي له مټو نيولى و او پر لوړ غږ يې وويل: ((هذا امير البررة؛ قاتل الفجرة، منصور من نصره، مخذول من خذله .))

 (خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: څلورم ټوک، ٣٧٧ مخ) دا هم راوړي، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: ((انا مدينة العلم و على بابها فمن اراد البيت فليات الباب.))؛ يعنې زه د علم ښار او علي يې ور دى؛ نو که څوک کور ته ننوځي؛ نو له وره دې ننوځي.))

حلية الاولياء په خپل سند له انس بن مالک څخه روايتوي، چې وايي: رسول الله ولېږلم، چې ابابرزه حاضر کړم او چې ورسره راغلم؛ نو ورته يې مخ کړ، و يې ويل: ابا برزه! رب العالمين راسره د علي بن ابيطالب په اړه ژمنه کړې، چې بايد ابلاغ يې کړم؛ هغه د ښیون مخکښ، د ايمان منار، زما د اولياوو امام او زما د لارويانو ولي دى.))

علي تل له حق او حق تل له علي سره دى

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٢٩٨ مخ) د رسول الله د خولې وينا راخلي چې وايي: ((رحم الله عليا _ الله تعالی دې علي وبښي او بيا يې وويل: خدايه! تل علي او حق سره يو ځاى کړي؛ دواړه يې يو د بل معرفي کوونکي کړي دي.))

 حاکم هم دا روايت د مستدرک الصحيحين د درېیم ټوک په ١٢٤ مخ کې راوړى او وايي: دا حديث د مسلم پر شرطونو صحيح دى.

(فخر رازي؛ کبير تفسير) د بسم الله تر تفسير لاندې ليکي: علي بن ابيطالب به په لمانځه کې يې “بسم الله ” پر لوړ غږ ويله او په متواتره توګه جوت شوي، چې که هر چا په دين کې له علي بن ابيطالب څخه لاروي وکړه؛ نو د الله تعالی پر لار به تللى وي او دليل يې د رسول الله خبره ده، چې په دعا کې يې وويل: ((خدايه! حق د علي پر مدار وچورلوې.))

 بيا فخر رازي تر شپېته مخونو روسته وايي: او چا چې په دين کې علي خپل لارښود کړ؛ نو هم يې په دين او هم يې په ځان کې پر عروة الوثقى منګولې لګولې دي.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١٩ مخ) په خپل سند د عبدالرحمان له لور عمرة روايتوي، چې وايي: علي، چې د جمل جګړې د اور د مړ کولو لپاره ته؛ نو ام المؤمنين ام سلمې بي بي ته ورغى، چې الله تعالی پاماني ورسره وکړي . ام سلمه وويل: الله تعالی دې مل شه، پر الله تعالی چې پر حقه يې او حق درسره دى که د رسول الله حکم دى، چې په کور کې کـېنم که نه درسره تلم؛ خو پر الله تعالی قسم، چې له خپل ځانه راباندې ګران زوى مې درسره لېږم.

 حاکم ددې حديث تر نقلولو روسته وايي: د مسلم او بخاري پر شرايطو سمبال صحيح حديث دى.

(د بغداد تاريخ: څوارلسم ټوک، ٣١١ مخ) په خپل سندد ابي ذر له مولا ابي ثابت څخه روايتوي، چې وايي: له ام سلمې بي بي کره ولاړم او و مې ليدل، چې ژاړي او د علي نوم اخلي او وايي: د الله تعالی له استازي مې واورېدل: علي له حق او حق له علي سره دى او د سترګو د رپ هومره هم يو له بله نه بېلېږي، چې راسره د حوض کوثر تر غاړې وويني.

(هيثمي؛ مجمع: اووم ټوک، ٢٣٥ مخ) وايي: له محمد بن ابراهيم تيمي څخه روايت دى، چې وايي: پلاني _؛ يعنې معاويه بن ابوسفيان _ د حج لپاره مدينې ته راغى او خلک يې سلام ته ورغلل؛ نو سعد راننووت او سلام يې واچاوه؛ معاويه بن ابوسفيان وويل: زه په حقه او علي پر باطله دى _ سعد ورته څه و نه ويل. معاويه وويل: ولې خبرې نه کوې؟ و يې ويل: فتنه راولاړه شوې او ټول عالم يې نيولې او زما اوښ ته وايي اخ اخ _يعنې سمله_ زما اوښ هم لا پروت دى، چې فضا روښانه شي. سړي _ معاويه _ وويل: ما د الله تعالی ټول کتاب لوستى او په يو ځاى کې مې هم اخ اخ و نه ليد. سعد وويل: زما د خبرې پخلى د رسول الله وينا کوي، چې وايي: علي له حق سره دى او يا حق له علي سره دى؛ هر کار چې کوي. سړي وپوښت: آيا بل چا هم دا حديث له رسول الله اورېدلى دى؟ و يې ويل: هو! دا خبره يې د ام سلمې په کور کې کړې ده. معاويه وويل: ولاړ شئ او ام سلمه راوړئ. ام سلمه يې راوړه، چې معاويه وپوښتله، چې ددې خبرې په اړه څه وايي؟ بي بي وويل: دا خبره رسول الله زما په کور کې کړې وه. معاويه سعد ته وويل: تر اوسه لا دومره راته پړ نه وې. سعد وويل: د څه پړه؟ معاويه: دا خبره دې د الله تعالی له استازي اورېدلې او علي دې ځان ته پرېښى دى اوکه ما اورېدلې وه؛ نو د عمر تر پايه به مې د علي خدمت او مرييتوب کاوه او له دې خبرې د معاويه مطلب دا و، چې سعد د صفين په جګړه کې علي ځانته پرېښى و

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٣٤ مخ) وايي: له ام سلمې بي بي روايت دى، چې تل به يې ويل: علي تل له حق سره و او چا چې ترې لاروي کړې؛ نو د حق لاروي يې کړې او چا چې پرېښى؛ نو حق يې پرېښى.))

او همداراز د اووم ټوک په ٢٣٤ مخ کې وايي: له ابي سعيد _؛ يعنې خدري_ روايت دى، چې وايي: د مهاجرو او انصارو له يوې ډلې سره د رسول الله د کور په مخ کې ول، چې علي بن ابيطالب تېر شو، چې رسول الله څو ځل وويل: ((دا له حق سره او حق له هغه سره دى.))

 دا روايت ابويعلي او مناوي د کنوزالحقايق په ٦٥ مخ کې او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٧ مخ کې راوړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٧ مخ) رسول الله وويل: ((ډېر ژر به په خلکو کې درز پېدا شي، چې دا سړى _ علي _ او اصحاب يې پر حقه دي)) دا روايت طبراني له کعب بن عجره روايت کړى دى.

(کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٥٨ مخ) له ابي مجلز څخه روايت کړى، چې وايي: حضرت عمر خلک وپوښتل: تر ما روسته به څوک خليفه کوئ؟ يو سړي وويل: زبير بن عوام. و يې ويل: که داسې مو وکړل؛ نو بدخويه او کنجوس به مو خليفه کړى وي. يو بل سړي د يو بل سړي نوم واخست او حضرت عمر د هغه نيمګړتياوې هم وويلي، تردې چې يو سړي وويل: علي به خپل خليفه کړو. پر الله تعالی، چې و به يې نه کړئ او که خليفه مو کړ؛ که څه ستاسې خوښه نه وي؛ نو حق ته به مو راواړوي.

 بخاري د ادب المفرده د کتاب د من احب کتمان السر په باب کې په خپل سند له محمد بن عبدالله بن عبدالرحمان بن عبدالقاري له پلار له عمر بن خطاب څخه د همدې روايت مضمون ته نږدې يو بل حديث نقل کړى دى.

علي له قرآن او قرآن له علي سره دى

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢٤ مخ) په خپل سند له ابي سعيد تيمي له ابي ثابت د ابي ذر له مولا روايتوي، چې وايي: د جمل په جګړه کې د علي په لښـکر کې وم، چې په مخالفينو کې مې عايشه بي بي وليده، چې زړه ته مې شک ولوېد، چې د ماسپيښـين د لمانځه وخت شو او تر پايه له علي سره د دښمن پر وژلو بوخت وم؛ نو چې کله جګړه پاى ته ورسېده، په مدينه کې ام سلمې بي بي ته ولاړم او ورته مې وويل: پر الله تعالی چې د اوبو او خوړو غوښتو ته راغلى نه يم؛ زه د ابي ذر مولا يم او کيسه مې هم داسې ده، چې و يې پېژندم؛ نو شاباس يې راته ووايه او يې ويل: زړونه چېرې الوځي؟ ورته مې وويل: هر چېرې، چې ولاړ شي الله تعالی يې ماسپښين بېرته راستنوي. راته يې وويل: شاباس! ما له رسول الله واورېدل: علي له قرآن سره او قرآن له علي سره دى او يو له بله به بېل نشي، چې د حوض کوثر تر غاړې ما وويني.

 حاکم ددې حديث تر نقلولو روسته وايي: سند يې صحيح دى او ابوسعيد هماغه عقيصا دى، چې ډاډمن او امين انسان و.

 دا روايت مناوي هم د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ کې او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٣ مخ کې نقل کړى دى. هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٣٤ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ٧٦ مخ کې او شبلنجي د نورالابصار په ٧٥ مخ کې دې روايت ته ورته روايتونه نقل کړي دي.

علي ته کتل او ياد يې عبادت دى

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٤١ مخ) له حضرت ابي سعيد خدري له عمران بن حصين (هغه دا حديث صحيح ګڼلى) او په هماغه ټوک کې يې له عبدالله بن مسعود او ابونعيم په حلية الاولياء (پينځم ټوک: ٥٨ مخ) او هيثمي په مجمع (نهم ټوک، ١١٩ مخ) او محب طبري په رياض النضره (دويم ټوک، ٢١٩ مخ) او د هغه د وينا له مخې ابوالحسن حربي او اميري او (حلية الاولياء: دويم ټوک، ١٨٢ مخ) له عروة له عايشې بي بي او (د بغداد تاريخ: دويم ټوک، ٥١ مخ) له ابي هريرة، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٢ مخ) او مناوي په فيض القدير (شپږم ټوک، ٢٩٩ مخ) ټولو د رسول الله وينا راوړې، چې وايي: ((د علي څېرې ته کتل عبادت دى)) مناوي ددې حديث تر نقلولو روسته له زمخشري له ابن الاعرابي نقلوي، چې وايي: بهر به چې راووت_؛ يعنې علي _؛ نو خلکوبه ويل: لا اله الا الله؛ دا ځوان څومره د مخ رڼا لري! څومره پوه دى! څومره حليم دى! څومره مېړنى دى! دا ځوان څومره بختور دى، څوک يې چې ګوري، بې واکه وايي: لا اله الا الله!!!؟

(محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ٢١٩ مخ) له حضرت معاذه غفاريه روايتوي، چې وايي: له رسول الله سره مې خورا الفت درلود _ يعنې تل به يې کور ته ورتلم او په سفرونو کې به مې د ټپيانو خدمت او درمل کاوه. يوه ورځ له عايشې بي بي کره ولاړم او و مې ليدل، چې علي يې له کوره راوځي، چې پشي شا يې رسول الله عايشې بي بي ته وويل: عايشې! دا سړى تر ټولو پر ما ګران دى، حق يې وپېژنه او درناوى يې کوه؛ نو همدا ول، چې کله د علي او عايشې بي بي تر منځ د جمل جګړه پاى ته ورسېده؛ نو زه مدينې ته راغلم او له عايشې بي بي کره ولاړم او ورته مې وويل: ام المومينن! د علي په اړه د رسول الله له سپارښتنو دې نن له علي سره زړه څنګه دى؟ راته يې وويل: زړه به مې څنګه وي، زموږ کور ته به چې راغى او پلار به مې هم په کور کې و؛ نو په ليدو به يې نه ستړى کېده؛ نو پوښتل مې: پلار جانه! ولې علي ته دومره ګورې؟ راته يې ويل: لورې له رسول الله مې اورېدلي: ((علي ته کتل عبادت دى.))

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢١٩ مخ) له حضرت عايشې بي بي او همداراز په بيا يې په ٢١٩ مخ کې يې له جابر او ٢٢٠ مخ کې يې د علي کرم الله وجهه له يو زوى په دې اړه روايتونه نقل کړي دي.

(فيض القدير: درېیم ټوک، ٥٦٥ مخ) وايي: د علي ذکر او ياد يې عبادت دى. دا روايت ديلمي د الفردوس په کتاب کې عايشې بي بي او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٢ مخ کې همدا نسب ورکړى، (مناوي؛ کنوزالحقايق: ٧٣ مخ) له خليلي او (صواعق محرقه: ٧٤ مخ) له ديلمي له عايشې بي بي په همدې مضمون روايتونه نقل کړي دي.

الله تعالی له علي سره خواله وکړه

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٣٠٠ مخ) په خپل سند د حضرت جابر بن عبدالله له خولې راخلي، چې د طائف پر ورځ رسول الله له علي سره ګوښه شو، چې د دواړو خواله اوږده شوه، چې خلکو وويل: څومره يې خبرې اوږدې شوې؟ رسول الله وويل: ((ما ورسره خصوصي خبره نه درلوده؛ الله تعالی ورسره خواله درلوده.))

 دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٩ مخ کې نقل کړى دى.

خطيب بغدادي هم په خپل تاريخ (اووم ټوک، ٤٠٢ مخ)، ابن اثير جرزي په اسدالغابه (څلورم ټوک، ٢٧ مخ)، کنزالعمال (شپږم ټوک، ٣٩٩ مخ) له جندب بن ناجيه اويا ناجية بن جندب روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې نيوکه کوونکى حضرت ابوبکر و، چې و يې ويل: رسول لله! له کله مو تر اوسه له علي سره خواله کوئ؟ رسول الله وويل: زه نه وم، چې ورسره مې پټې خبرې کولې؛ بلکې الله تعالی تعالى و.))

د رسول الله (ص) په دعا لمر علي ته راستون شو

فخر رازي په کبير تفسير کې د کوثر د سورت تر تفسير لاندې ليکي: الله تعالی يو ځل لمر د حضرت سليماعليه السلام لپاره راوګرځاوه او يو ځل يې رسول الله ته، چې سر يې د علي پر زنګانه ايښې ويده او لمونځ ترې قضا شوى و او درېیم ځل ته يې علي ته راوګرځاوه، چې د مازيګر لمونځ پر خپل وخت وکړاى شي.

(ثعلبي؛ قصص الانبياء: ٣٤٠ مخ) وايي: احمد بن عبدالله بن حامد اصفهاني په خپل سند له عروة بن عبدالله روايتوي، چې وايي: د حضرت علي بن ابيطالب له لور فاطمې کره ولاړم، چې په هغه وخت کې بوډۍ شوې وه؛ خو بيا يې يوه غاړکۍ او دوه ډبل وښي پر لاس درلودل، چې ومې پوښتل: دا څه دي؟ را ته يې وويل: مکروه دي، چې ښځه د سړي په څېر وي! دا مې اغوستي، چې له سړيو سره توپير شم. بيا يې راته وويل: حضرت اسماء بنت عميس خثعمي راته ويلي: علي له رسول الله سره و، چې پر رسول الله د وحې حالت راغى، علي يې سر پر زنګانه کېښود او څادر يې پرې واچاوه او همداراز وو، چې لمر کوز شو او يا يې وويل: لمر پر کوزېدو و، چې رسول الله په سد کې شو؛ پوښتنه يې وکړه: آيا لمونځ دې کړى؟ و يې ويل: نه! رسول الله وويل: خدايه لمر ورته راستون کړې؛ لمر راستون شو، چې د جومات تر نيمايي راورسېد.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٢٧٧ مخ) علي کرم الله وجهه وايي: په هغه ورځو کې، چې په خېبر کې وو؛ نو يوه شپه رسول الله د مشرکانو د وژلو له امله پوره شپه ويده نشو، چې د مازيګر تر لمانځه روسته يې سر زما په غېږ کې کېښود او ويده شو، چې لمر پرېوت او را ويښ شو؛ نو ورته مې وويل: رسول الله! د مازيګر لمونځ مې نه دى کړى؛ ځکه نه مې غوښتل راويښ مو کړم؛ د الله تعالی نبي خپل لاسونه اسمان ته کړل او و يې ويل: خدايه! لمر ورته راستون کړه! و مې ليدل چې لمر تر مازيګره راستون شو، چاپېريال روښانه او رڼا شوه؛ پاڅېدم او اودس مې وکړ او زما تر لمانځه روسته لمر کېناست.

(رياض النضره: شپږم ټوک، ٢٩٧ مخ)، (مشکل ا الاثار: دويم ټوک، ٨ مخ) او (صواعق المحرقه: ٧٦ مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې صواعق د خپل روايت تر نقلولو روسته وايي: دا روايت طحاوي او قاضي په شفاء کې او شيخ الاسلام ابوزرعة او نورو صحيح ګڼلى.

 فخر رازي په کبير تفسير کې د (ام حسب ان اصحاب الکهف و الرقيم کانوا من آياتنا عجبا) آيت تر تفسير لاندې ليکي: له علي کرم الله وجهه څخه روايت دى، چې يو يار يې غلا کړې او حضرت علي ته يې راوست، و يې پوښت: غلا دې کړې ده؟ و یې ويل: هو! حضرت علي ترې لاس غوڅ کړ. سړى راووت، چې په لار کې يې سلمان پارسي او يو بل صحابي وليد، چې سړي وپوښتل: چا درځنې لاس غوڅ کړى دى؟ و يې ويل: اميرالمؤمنين، د دين يعسوب، د رسول استازي او د بتول مېړه. وويل شول: هغه دې لاس غوڅ کړى او ته يې ستايې؟! و يې ويل: ولې به يې نه ستايم، چې په حقه يې زما لاس غوڅ کړى او له اوره يې ژغورلى يم. سلمان ټولې اورېدلې خبرې علي ته ورسولې. حضرت علي حکم وکړ: هغه سړى ورته راولئ او سړى يې، چې راوست، حضرت علي ورته خپل لاس پر لاس کېښود او پرې شوى لاس يې ورته بيا په لاس پورې وتاړه او دعا يې ورته وکړه، چې دا مهال له اسمانه غږ راغى، چې رومال له لاسه لرې کړئ. رومال يې، چې لرې کړ؛ نو په حيرانتيا مو وليدل، چې د الله تعالی په امر د سړي لاس بېرته روغ رمټ دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٢٢ مخ) د حضرت ابي ذر غفاري د خولې وينا ده: زه رسول الله په علي پسې ولېږلم؛ نو کور ته يې چې ورسېدم او هر څومره غږونه مې، چې وکړل، ځواب يې رانه کړ او بېرته رسول الله ته راستون شوم، چې رسول الله راته وويل: ورشه ورته غږ کړه، په خپل کور کې دى؛ راغلم او بيا مې ورته غږونه وکړل؛ خو ځواب يې رانه کړ؛ نو کور ته مې سر وښکاره کړ؛ نو و مې ليدل، چې مېچنه په خپله چورلي او وړه ترې راتو یېږي، خوشحاله بهر راووت او دواړه رسول الله ته ولاړو، رسول الله ما او ما هغه ته کتل، چې و يې پوښتل: ابوذره! څه درباندې شوي؟ ورته مې وويل: ډېره هېښنده پېښه مې وليده؛ و مې ليدل، چې پخپله د علي مېچنه چورلي او وړه کوي او هلته څوک نه وو، چې مېچنه وکړي!!! رسول الله وويل: ابوذره! الله تعالی تعالى ګرځنده پرښتې لري، چې دنده لري له آل محمد سره مرسته وکړه.

 دا حديث ملا هم په خپله سيره او ابن حجر د صواعق په ١٠٥ مخ کې راوړى دى.

(ذخاير العقبى: ٤٥ مخ) وايي: حضرت ابي سعيد وايي: علي راته وويل: يوه ورځ مې فاطمې ته وويل: د خوړو لپاره څه لرې؟ و يې ويل: نه قسم پر هغه الله تعالی، چې زما پلار يې په حقه مبعوث کړى؛ دوه ورځې دي، چې ته په کور کې نه يې او په دې دوو ورځو کې موږ څه هم نه دي خوړلي او که څه په کور کې وو؛ نو ته به مې له ځان او زامنو مخکې کړى وې. علي پوښتنه وکړه: نو ولې دې را ته و نه ويل، چې خواړه مې درته راوړي واى؟ و يې ويل: له خدايه وشرمېدم، چې له مېړه مې داسې څه وغواړم، چې پوره کولاى يې نشي. علي پر الله تعالی له توکل سره له کوره راووت او دينار يې پور واخست، چې په لار کې حضرت مقداد مخې ته ورغى، چې په ګرمه ورځ کې تر سوځنده لمر لاندې ولاړ دى، چې علي وپوښت: مقداده! کومې اړتيا په دې ټکنده لمر کې درېدو ته اړ کړى يې؟ مقداد وويل: ابا الحسنه! پر خپل حال مې پرېږده او مه پوښته. علي وويل: روا نه دي، چې خپله ستونزه له ما پټه کړې. مقداد وويل: قسم پر هغه الله تعالی، چې محمد يې خپل استازى کړ، چې د کوړمې-بال بچ د لوږې چغې مې اورېداى نه شوې؛ نو ځکه له کوره بې له کومې موخې راووتم. ددې خبرو په اورېدو د علي سترګې له اوښکو ډکې شوې، چې ټوله ږيره يې په اوښکو لمده شوه او و يې ويل: قسم پر هماغه الله تعالی، چې تا پرې قسم وخوړ، چې د راوتو موخه مو يوه ده؛ ما دينار پور اخستى او تا له ځانه مخکې کوم او دينار يې مقداد ته ورکړ او په خپله رسول الله ته ورغى او د ماسپښين، مازيګر او ماښام لمونځ يې په جومات کې وکړ؛ د ماسخوتن تر لمانځه روسته رسول الله له محرابه راپاڅېد او د علي په مخ کې تېر شو او پر پښه يې ورته اشاره وکړه، چې په ما پسې راځه؛ علي او رسول الله د جومات په خوله کې يو ځاى شول. رسول الله پوښته وکړه: ابالحسنه! په کور کې خواړه لرې، چې د شپې خواړه راکړې؟ علي سرښکته کړ او له شرمه يې غږ ونشو کړاى؛ ځکه خبر و، چې کور يې پرېښى و. علي وويل: حباً و تکريماً (ښه راغلاست او الله تعالی مو راوله)ګواکې الله تعالی خپل استازي ته وحې کړې وه، چې د نن شپې خواړه دې له خپلو اهلبيتو سره يو ځاى وي؛ رسول الله علي له لاسه ونيو او سره روان شول، چې د فاطمې بي بي کور ته راورسېدل، چې بي بي پر لمانځه ولاړه وه او شاته يې يو غټ دېګ وليد، چې تپ ترې اوچتېږي؛ نو همداچې بي بي د خپل پلار غږ وليد؛ نو د خپل لمانځه له ځايه راووته؛ سلام يې واچاوه؛ فاطمه پر پاک نبي خورا ګرانه وه؛ پاک نبي يې د سلام ځواب ورکړ او پر سر يې ورته لاس راکاږه او پوښتنه يې وکړه: څنګه يې؟ زه نن شپه ستاسې مېلمه يم، الله تعالی دې وبښه، چې بښلې يې هم يې؛ نو بيا فاطمې دېګى راواخست او د پاک نبي مخ ته يې کېښود، د علي سترګې، چې پر دېګ او د خوړو بوى يې پر سپېږمو ولګېد؛ نو پر حسرت يې بي بي ته وکتل. بي بي وويل: په کتو کې دې ځانګړې مانا ده؛ سبحان الله! له ما خو به داسې کوم کار نه وي شوى، چې تاسې مې غوسه کړي ياست؟ علي وويل: آياد دروغو له قسمه بله ستره ګناه هم شته؟ سهار دې قسم و نه خوړ، چې په کور کې څه نه لرو؟ بي بي اسمان ته وکتل او و يې ويل: الله تعالی مې پر ځمکه او اسمانونو کې له هر څه خبر دى، چې ما له حق پرته هېڅ هم نه وو ويلي. علي وويل: نو دا خواړه دې له کومه کړل، چې داسې خواړه مې نه ليدلي، نه مې خوړلي او نه مې بوى کړي وو؟ رسول الله خپل لا س يې پر اوږو ورکېښود او و يې خوځاوه، و يې ويل: علي! دا د يو دينار اجر او ثواب دى او دا خو يوازې دنيوي ثواب دى او د الله تعالی له لوري دى او الله تعالی چې چا ته وغواړي روزي ورکوي؛ بيا رسول الله پر ژړا شو او و يې ويل: قسم پر هغه الله تعالی، چې هغه به مو له نړۍ بونځي، چې دا [ کلما دخل عليها زکريا المحراب وجد عندها رزقاًقال يا مريم انى لک هذا) زکريا به چې د مريم محراب ته راننووت؛ نو ورسره به يې رزق مونده؛ نو پوښتنه به يې کوله: مريم! له کومه درته راغلي؟] آيت درباندې تطبيق شوى نه وي.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٢٢ مخ) له علي بن زاذان څخه روايت دى، چې وايي: علي يو حديث نقل کړ او يو سړي دروغ وباله، چې علي وويل: آيا خوښ يې، چې که ما رښتيا ويلي وو؛ نو ښېرې درته وکړم؟ سړي وويل: هو. علي ورته ښېرې وکړې او سړى لا راستون شوى نه و، چې ړوند شو.

 دا حديث ملا په خپله سيره کې، احمد په مناقب، هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١١٦، طبراني په اوسط او ابن حجر د صواعق په ٧٧ مخ کې نقل کړى دى.

(ابن حجر؛ اصابه: پينځم ټوک، درېیم قسم، ٢٨٧ مخ) د قيس بن تميم طائي ګيلاني اشبج د حال په شرح کې ليکي: د جندي د کتاب تاريخ يمن کې مې ولوستل، چې قيس بن تميم په ٥١٧ هجري کال کې له رسول الله او علي حديثونه نقلول او ابو الخير طالقاني، محمود بن صالح، علي طرازي، محمود بن عبيدالله او صاعد مرزي يې حديثونه واورېدل، له هغو يې وويل: زه له ٤٥٠ ښاريانو سره، له ښاره بهر ووتو (ګواکې د مسلمانانو پر خلاف له مشرکينوسره د يو ځاى کولو لپاره وو) او په لار کې ورک شو او نه پوهېدو، چې کوم خوا ولاړ شو، چې همدا مهال يو سړى راغى او پر موږ يې يرغل وکړ او څو يرغله يې راباندې وکړل او په هر يرغل کې يې په سلونو کسان راکې ووژل، چې ٨٣ کسان پاتې شو؛ نو د ناچارۍ له مخې مو ترې امان وغوښت؛ امان يې راکړ؛ بيا روسته معلوم شو، چې هغه علي بن ابيطالب و؛ موږ ټول يې رسول الله ته راوستو؛ نو موږ چې راورسېدو؛ نو پاک نبي د بدر د جګړې د غنيمت پر ويشلو بوخت و. رسول الله زه علي ته وروبښلم او د څه مودې لپاره د مريي په حېث د علي په چوپړ کې وم او د کورنۍ د ليدو لپاره مې د ستنېدو اجازه وغوښته؛ اجازه يې راکړه؛ ولاړم او چې کله راستون شوم، حضرت عثمان وژل شوى و او زه بيا هم د علي په چوپړ کې وم؛ يوه ورځ د کار پر مهال څاروي پر لغته ووهلم او سر يې راته مات کړ، علي راته لاس پر سر کېښود او و يې ويل: اى اشبح: ؛ يعنې سر ماتيه! الله تعالی دې عمر ډېر کړه او دعا يې قبوله شوه او ٥١٧ هجري کال دى او ژوندى يم.

د قرآن د دوو آيتونو د راتګ شان

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٤٣ مخ) له ربيعه بن ناجد او احمد بن حنبل د مسند د لومړي ټوک په ١٦٠ مخ کې، نسائي د خصايص په ٢٧ مخ کې او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٨ مخ کې، ابونعيم د فضايل الصحابه په ٣٥٥ مخ کې او د هغه د وينا له مخې ابويعلي، دورقي، ابن ابي عاصم، ابن شاهين، ابن جوزي او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٣٣ مخ کې له عبدالله له بزار له ابويعلي او ابن حجر په صواعق (٧٤ مخ) کې او شبلنجي د نورالابصار په ٧٢ مخ کې روايتونه راوړي، چې رسول الله د قريشو په ستره ډله کې علي ته وويل: ((ستا مثال د عيسى بن مريم په څېر دى، چې دوه ډلې يې له امله هلاکې شوې؛ يوې ډلې ورسره مينه درلوده او بلې ډلې ورسره دښمني کوله تردې چې پر مور يې ورته تور ولګاوه، قريشو، چې دا خبره واورېده؛ نو ګڼه ګوڼه شوه، چې خپل د تره زوى يې له عيسى بن مريم سره تشبيه کړ؛ نو همدا مهال وو، چې د (ولما ضرب بن مريم مثلا اذا قومک منه يصدون؛ يعنې چې کله د عيسى بن مريم مثال راوړل شي؛ نو ټبر دې مخالفت کوي ] آيت راغى.

دويم آيت د (فى بيوت اذن الله ان ترفع) آيت دى، چې سيوطي په درالمنثور کې له ابن مردويه او بريده روايت کړى، دا آيت، چې راغى؛ نو يو سړى پاڅېد او و يې ويل: دا کوم بيوت دي؟ و يې ويل: د انبياوو بيوت. بيا حضرت ابوبکر پاڅېد او و يې پوښتل: د فاطمې او علي بېت هم پکې دى؟ و يې ويل: هو په هغوى کې او تر ټولو افضل او د لوړ مقام خاوند دى.

د حضرت علي او فاطمة الزهرا واده

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٥٩ مخ) له ابي يزيد مدني روايتوي، چې وايي: حضرت اسماء بنت عميس راته وويل: د رسول الله د لور فاطمې د واده پر شپه وم، کارونه مې چې پاى ته ورسول، رسول الله راننووت، و يې ويل: ام ايمن رور علي ته مې غږ کړه. و يې ويل: هغه دې رور دى او لور دې هم ورکړې ده؟ و يې ويل: هو همداسې ده. بيا علي راغى او رسول الله ورته پر مخ اوبه پخنک کړې او دعا يې ورته وکړه او بيا يې وويل: فاطمې ته غږ کړئ، چې راشي، فاطمه يې چې راوسته؛ نو له شرمه يې پښه وښو یېده. رسول الله وويل: په کلاره، چې ته مې په اهلبيتو کې تر ټولو راباندې ګران ته واده کړې يې او بيا يې اوبه د فاطمې پر مخ هم پخنک کړې او ولاړ، چې ناڅاپه يې يو سيورى وليد، چې پوښتنه يې وکړه: دا څوک دى؟ ما وويل: زه يم اسماء بنت عميس. پوښتنه يې وکړه: د رسول الله د لور د واده شپې ته راغلې يې؟ ورته مې وويل: هو! بيا يې راته د خير دعا وکړه.

 دا روايت هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ٢١٠ مخ کې، رياض النضره د دويم ټوک په ١٨١ مخ کې، احمد په مناقب او محب طبري د ذخاير العقبى په ٢٩ مخ کې هم راوړى دى.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ٢٠٧ مخ) له حضرت ابن عباس څخه روايتوي، چې پر فاطمې بي بي د مشرانو د مارکو خبرې وې او داچې رسول الله يوه مرکه هم و نه منله بيا وايي: رسول الله پاڅېد او د ښځو غونډې ته ورغى، و یې ويل: خپله لور مې د تره زوى ته ورکړې او زه به يې په خپله د مېړه کور ته بوځم؛ نو تاسې چې هر څه کوئ؛ و يې کړئ؛ ښځې ټولې پاڅېدې او پر فاطمې يې عطر ووهل، نوې جامې يې ورواغوستې او پر خپلو ګاڼو يې سينګار کړه بيا رسول الله فاطمې ته راغى؛ نو چې کله ښځو رسول الله وليد؛ نو بې له حضرت اسماء بنت عميس نورې ټولې پاڅېدې او ولاړې. پاک نبي پوښتنه وکړه: څوک يې؟ ځه په خپل کار پسې. ورته يې وويل: زه هماغه يم، چې د لور ساتونکې دې وه، نجونې د واده پر شپه يوې خپلوانې ښځې ته اړتيا لري، چې که کوم کار يې درلود، چې ورته يې وکړي. رسول الله وويل: نو زه هم له خدايه غواړم تا او ستا ټوله نبيره دې له رټل شوي شيطانه وساتي. بيا يې فاطمې ته غږ کړ او فاطمه، چې راغله او و يې ليدل، چې علي له رسول الله سره ناست دى؛ نو پر ژړا شوه؛ نو د الله تعالی استازى ووېرېد، چې کېداى شي د لور ژړا يې د علي د بېوزلۍ له امله وي؛ نو ورته يې وويل: ولې ژاړې؟ ما ستا په حق کې هېڅ ډول لنډون-کوتاهي نه ده کړى او ته مې په خپله کورنۍ کې تر ټولو غوره او راباندې ګران ته واده کړې يې، قسم پر هغه الله تعالی، چې ژوند يې په لاس کې دى؛ ته مې د دنيا سعيد او د اخرت صالح ته واده کړې يې. فاطمه ددې ټکيو په اورېدو ارامه او غلې شوه. بيا يې حضرت اسماء بنت عميس ته لوښى ورکړ، چې اوبه راوړي، اوبه يې، چې راوړې؛ نو رسول الله لږې اوبه پخپله خوله کې غړغړه کړې او بيا يې په اوبو کې واچولې اوبيا يې هم پر خپل بدن او هم د علي او هم د فاطمې پر مخ او بدن پخنک کړې، و يې ويل: هملته ودرېږئ! و يې ويل: خدايه هغه له ما او زه له هغه ځنې يم او لکه څنګه چې دې له ما رجس او چټلي لرې کړه او پاک دې کړم؛ نو هغوى هم پاک کړه او دواړو ته يې وويل: پاڅئ او خپل کور ته مو ولاړ شئ، الله تعالی مو يو ځاى لره، زړونه مو بريالي او نيتونه مو صالح وسه او بيا پاڅېد او په دواړو پسې يې ور وتاړه او ولاړ. حضرت اسماء بنت عميس وايي: ما رسول الله تر خپلو سترګو لاندې نيولى و، چې تر خپله کوره يې دوى دوو ته دعاګانې کولې اوپه خپلو دعاګانو کې يې بې له دوى نور څوک ياد نه کړل.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ٢٠٦ مخ) د عايشې بي بي او حفصې بي بي له لارې حضرت ابوبکر او حضرت عمر ته پر فاطمې د مرکې او د رسول الله له اړخه د منفي ځواب تر نقلولو او پر فاطمې د علي د مرکې تر منلو روسته وايي: رسول الله وايي: هرومرو دا کار وکړه. ورته يې وويل: زه بې له حطمي زغرې هېڅ هم نه لرم. ورته يې وويل: څه چې لرې، راټول يې کړه او ما ته يې راوړه. علي څوارلس اوقيه _ چې هر اوقيه څلوېښت درهمه دي؛ يعنې ٤٨٠ درهمه _ راوړل او رسول الله پر دې راضي شو او بيا يې له هغو پيسو درې موټي راواخستل او ام ايمن ته يې ورکړل او ورته يې وويل: پر يو موټي يې عطر او پر نورو يې د ښځې د کور د اړتيا سامان واخله. ام ايمن د سامان تر اخستو روسته ټول په يوه کوټه کې راټول کړل. رسول الله علي ته وويل: کورنۍ ته دې څه مه وايه، چې زه پخپله راشم او چې راغى، و يې ليدل، چې د فاطمې پر مخ اوس هم پړونې دى او علي د کور په ګوټ کې ناست دى او ام ايمن په يو بل ګوټ کې ناسته ده، چې ام ايمن ته يې وويل: يو لوښى اوبه راوړه. (د حديث تر پايه)

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٨٠ مخ)، (کنزالعمال: اووم ټوک، ١١٣ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ٢٠٩ مخ)، (ابن حجر؛ صواعق: ٨٤ مخ)، (محب طبري؛ ذخاير: ٢٧ مخ)، (د بغداد تاريخ: پينځم ټوک، ٧ مخ) او ذخاير العقبى په ٢٩ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي دي.

د الله تعالی نبي بې د علي له وره د نورو ټولو اصحابو کرامو ورونه وتړل

 درالمنثور د نجم د سورت د (و ما ينطق عن الهوى _ او هغه د هوى او هوس له مخې خبرې نه کوي) آيت تر تفسير لاندې له ابن مردويه، ابي الحمراء او حبة عرني روايتوي، چې وايي: رسول الله حکم وکړ، چې د علي له وره پرته د نورو ټولو اصحابو د خونو هغه ورونه وتړئ، چې جومات ته به خلاصېدل، چې دا خبره پر مهاجرو بده ولګېده. د حديث راوي حبه عرني وايي: لکه همدا اوس، چې حمزة بن عبدالمطلب وينم، چې سور رومال يې پر سر اچولى و او په ژړا وايي: آيا خپل تره، ابوبکر، عمر او عباس بهر باسې او خپل د تره زوى ته په جومات کې ‌ځاى ورکوې؟ يو بل هلته و، چې و يې ويل: هغه په هر ځاى کې د خپل تره د زوى د مقام د لوړولو په هڅه کې وي، رسول الله، چې دا خبرې واورېدې؛ نو حکم يې وکړ، چې د جماعت لمانځه لپاره ټول راټول کړئ، خلک، چې راټول شول، پر ممبر کېناست او د الله تعالی په اړه يې داسې خطبه وويله، چې تر اوسه يې لا نه وه ويلي او بيا يې وويل: خلکو ما نه ستاسې د خونو ور تړلى او نه مې د هغه خلاص کړى او تاسې مې بهر کړي نه ياست او هغه مې نه دى رادنننه کړى؛ بلکې الله تعالی دا کار کړى دى او بيا يې دا آيت ووايه: (و النجم اذا هوى ما ضل صاحبکم و ما غوى و ما ينطق عن الهوى ان هو الا وحى يوحى. )

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٣٠١ مخ) له حضرت ابن عباس څخه؛ (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢٥ مخ) په خپل سند له زيد بن ارقم څخه (احمد حنبل؛ مسند: څلورم ټوک، ٣٦٩ مخ)، (نسائي: خصايص: ١٣ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٢ مخ) او (مستدرک الصحيحن: درېیم ټوک: ١٢٥ مخ) له حضرت ابي هريرة له حضرت عمر بن خطاب څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې حضرت عمر بن خطاب وايي: علي بن ابيطالب درې ځانګړنې لري، چې که يوه يې هم ما درلوده؛ نو په دنيا کې به تر هر څه راته ښه وو. پوښتنه ترې وشوه: هغه کومې دي؟ و يې ويل: له فاطمې سره واده، په جومات کې يې مېشتېدل او د خيبر د ورځې د جګړې د مشرۍ بېر غ.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١٦ مخ) په خپل سند له خيثمه بن عبدالرحمان روايتوي، چې وايي: له سعد بن مالک مې واورېدل، چې يې واورېدل، چې علي درپسې خبرې کولې او ويل يې: سعد له ما سرغړونه کړې ده. په ځواب کې يې وويل: هو له هغه د سرغړونې فکر مې ماغزو ته راغى او پر الله تعالی، چې فکر مې غلط و او حق له هغه سره و؛ علي بن ابيطالب درې ځانګړې لري، چې که مې درلودې؛ نو په دنيا کې به تر هر څه راته غوره وو: ١_ د “خم غدير” کيسه. ٢_د خيبر د سوبې کيسه. ٣_ د نورو اصحابو دخونو د ورونو تړل او د علي پرانستل.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٧٥ مخ)، (هيثمي؛ مجمع الزوايد: نهم ټوک، ١١٤ مخ)، (عسقلاني؛ فتح الباري: اتم ټوک، ١٥ مخ)، (احمد حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٣٣٠ مخ)، (احمد حنبل؛ مسند: دويم ټوک، ٢٦ مخ)، (حلية الاولياء: څلورم ټوک، ١٥٣ مخ)، (د بغداد تاريخ: اووم ټوک، ٢٠٥ مخ) (نسائي؛ خصايص: ١٣ مخ)، (کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٥٥ مخ او همداراز شپږم ټوک، ٤٠٨ مخ)، (ميزان الاعتدال: دويم ټوک، ١٩٤ مخ)، (مجمع الزوايد: نهم ټوک، ١١٥ مخ) له علي کرم الله وجهه او د (هماغه ټوک په ١٥ مخ کې يې علاء بن عرار او له جابر بن سمرة) او فتح الباري؛ اتم ټوک، ١٤ او ١٥ مخونو کې په دې اړه روايتونه نقل کړي دي.

د هر پېغمبر ځوځات له ځانه وي؛ خو د حضرت محمد (ص) ځوځات له علي دى

(د بغداد تاريخ: لومړى ټوک، ٣١٦ مخ) په خپل سند له منصور عباسي له عبدالله بن عباس روايتوي، چې وايي: زه او پلار مې عباس بن عبدالمطلب له پېغمبر سره ناست وو، چې علي بن ابيطالب راننووت او سلام يې واچاوه؛ رسول الله يې د سلام ځواب په خوشحالۍ او ورين تندي ورکړ، ورپاڅېد او ورسره يې ستړي مه شي وکړل او د دوو سترګو په منځ کې يې موچې کړ او خپل ښي لور ته يې کېناوه. عباس وويل: رسول الله! دا درباندې ډېر ګران دى؟ رسول الله وويل: ((د رسول الله کاکا! پر الله تعالی چې تر ما پر الله تعالی ډېر ګران دى! الله تعالی د هر پېغمبر صلب په خپل صلب کې ايـښې وي او زما د ځوځات صلب يې په علي کې ايښې دى.))

دا عبارت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٨ مخ کې راوړى او ابوالخير حاکمي ته يې نسبت ورکړى دى او د دويم ټوک په ٢١٣ مخ کې يې هم راوړى او ابي الخير قزويني ته يې نسبت ورکړى، ابن حجر هم د صواعق په ٩٣ مخ کې نقل کړى او ابي الخير حاکمي او صاحب (کنوز المطالب فى بنى ابيطالب) ته يې نسبت ورکړى او ويلي يې دي: دويمي _؛ يعنې د کنوزالمطالب د کتاب خاوند _دا زياتونه هم راوړى، چې قيامت شي؛ نو هر چا ته به د مور په نوم غږ کېږي، چې بې پته نشي؛ ځکه کېداى شي پلار يې هغه نه وي، چې خلک يې پرې پېژني_خو داچې _ علي بن ابيطالب او ځوځات يې _ چې د پلارونو نومونه به يې اخستل کېږي؛ ځکه زوکړه يې له حلالې بسترې او سمه ده.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٧٢ مخ) هم پورتنى عبارت له جابر بن عبدالله څخه او د کنزالعمال خاوند د شپږم ټوک په ١٥٢ مخ کې او مناوي د فيض القدير د دويم ټوک په ٢٢٣ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ٧٤ مخ کې له جابر او خطيب له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى.

پر الله تعالی او استازي يې علي او پر علي هم الله تعالی او استازى يې ګران دي

صحيح بخاري د جهاد د کتاب د (ما قيل فى لواء النبي) په باب کې له سلمة بن اکوع او هماغه د بدء الخلق د کتاب د مناقب علي او غزوه خيبر په باب کې او مسلم د خپل صحيح د فضايل الصحابه د کتاب د فضايل علي په باب او بيهقي د سنن د شپږم ټوک په ٣٦٢ مخ کې او ابونعيم د حلية د لومړي ټوک په ٢٦ مخ کې د خيبر د جګړې د کيسې په ترڅ کې روايتوي، چې رسول الله وايي: ((ډېر ژر _ يا سبا _ به د جګړې د مشرۍ بېرغ داسې چا ته ورکړم، چې الله تعالی او استازى يې پرې ګران او پر الله تعالی او استازي يې هم ګران دى.))

صحيح بخاري د جهاد د کتاب د ((يو تن د مسلمانولو د فضيلت)) په باب کې په خپل سند له سهل بن سعد روايت کړى، چې وايي: رسول الله پورتنۍ خبره وکړه او چې سبا شو او د علي سترګو ته يې تر شفا ورکولو ورووسته د جګړې د مشرۍ بېرغ ورکړ. علي وپوښتل: آيا دومره وژنه وکړم، چې ټول زموږ په څېر مسلمانان شي؟ و يې ويل: ((مخکې ولاړ شه، چې کلا ته يې ورننوځې او بيا يې اسلام ته راوبله او د اسلام واجبات شرح کړه، چې که الله تعالی په تا څوک ښیون کړي؛ نو تر ټولو نعمتونو به درته غوره وي.))

 دا روايت مسلم هم د خپل صحيح د فضايل علي په باب کې، احمد بن حنبل د مسند د پينځم ټوک په ٣٢٢ مخ کې، نسائي د خصايص په ٦ مخ کې او علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٥٦٦ مخ کې راوړى دى.

(صحيح مسلم؛ فضايل الصحابه: فضايل علي) په خپل سند له حضرت ابي هريرة روايتوي، چې وايي: د خيبر د جګړې پر ورځ رسول الله وويل: ((دا بېرغ به ډېر ژر داسې چا ته ورکړم، چې الله تعالی او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر الله تعالی او استازي يې ګران دى.)) حضرت عمر بن خطاب وويل: هېڅکله مې د هغې ورځې په څېر د جګړې د مشرۍ هېله نه وه کړې؛ نو په تمه وم، چې کېداى شي رسول الله راته غږ کړي، چې علي بن ابيطالب ته يې غږ کړ او د جګړې د مشرۍ بېرغ يې ورکړ او ورته يې وويل: ((پر مخ ولاړ شه او له پر مختګ پرته بله موخه مه لره او راستون نشې، چې کلا الله تعالی ستا په لاس سوبه کړي.)) علي مخکې ولاړ او پرته له دې، چې مخ راواړوي؛ چغې يې کړى: رسول الله! د څه لپاره وژنه وکړم؟ رسول الله وويل: ((وژنه وکړه، چې شهادت ورکړي، چې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد يې استازى دى او چې دا ګواهي يې ورکړه؛ نو ځان او مال يې پر تا حرام دى او په زړونو کې يې چې څه وي؛ حساب يې پر الله تعالی دى.))

دا روايت (احمد بن حنبل؛ مسند: دويم ټوک، ٣٨٤مخ)، (ابوداودطيالسي؛ مسند: لسم ټوک، ٣٢٠ مخ)، (ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، لومړى قسم: ٨٠ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: پينځم ټوک: ٢٨٥ مخ او همداراز د شپږم ټوک، ٣٩٣ مخ)، نسائي د خصايص په ٦ مخ کې له څلور لارو او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د اتم ټوک په ٥ مخ کې نقل کړى دى.

(ابن ماجه؛ صحيح: باب فضايل الصحابه: ١٢ مخ) په خپل سند له عبدالرحمن بن ابي ليلى روايتوي، چې وايي: پلار مې ابوليلي تل د علي په چوپړ کې و او ليدل به يې، چې علي به د اوړي جامې په ژمي او د ژمي جامې به يې په اوړي کې اغوستې؛ نو ما او يوې ډلې مې پلار ته وويل: بده به نه وي، چې و يې پوښتې، چې ولې داسې کوي؟ علي وويل: د خيبر په جګړه، چې رسول الله په ما پسې يو څوک راولېږه؛ نو سترګې مې خوږېدې؛ نو ورته مې وويل: هېڅ نه وينم؛ نو توکاڼې يې راته په سترګو کې وموږلې او راته يې وويل: پالونيکه! له ګرمۍ او سړو يې وساتې او د رسول الله د دعا له امله دي، چې ساړه او ګرمي راباندې اغېز نه کوي. د سترګو تر شفا او دعا روسته يې راته وويل: يو داسې سړى جګړې ته لېږم، چې الله تعالی او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر الله تعالی او استازي يې ګران دى او هېڅکله له جګړې نه تښتي.

دا روايت احمد بن حنبل د خپل مسند د لومړي ټوک په ٩٩ او ١٢٣ مخونو کې او نسائي د خصايص په پينځم مخ کې په لږ اختلاف او له دې اختلاف سره يې راوړى، چې رسول الله د حضرت ابوبکر په مشرۍ لښکر ولېږ؛ خو پر شا شو او بيا يې حضرت عمر مشر کړ، چې هغه هم پر شاشو او بيا يې وويل: ډېر ژر به د جګړې د مشرۍ بېرغ يو داسې. . . . (د حديث تر پايه)

 او همداراز (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٢٤ او ١٢٣ مخونه)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٤٣٧ مخ) په خپل سند له عبدالله بن بريده اسلمي او د هماغه ټوک په ٣٨ مخ کې يې له جابر بن عبدالله او (احمد بن حنبل؛ مسند: پينځم ټوک، ٣٥٨ مخ) او (متقي؛ کنزالعمال: پينځم ټوک، ٢٨٤ مخ) په دې اړه راوايتونه نقل کړي، چې موږ به هغه نچوړ راواخلو، چې په تېرو روايتونو کې نه وو راغلي: رسول الله لومړى د جګړې مشري حضرت ابوبکر ته ورکړه او بيا يې حضرت عمر ته ورکړه؛ خو دا دواړه پر شا شول، چې رسول الله وويل: ډېر ژر به د جګړې د مشرۍ بېرغ داسې يو تن ته ورکړم چې. . . . بيا علي ووت او مرحب يې مخې ته د مړانې چغې وهلې او علي هم د مېړنتوب چغې وهلې، چې مرحب يې پر سر وواهه او سر يې ورنيم کړ او تر اوسه لا د اسلام د لښکر روستي کسان د مرحب مړي ته نه وو رارسېدلي، چې د اسلام د لښکر ړومبي سرتېري پر کلا ورننووتي ول.

(خصايص نسائي: ٤، ٨ او ٣٢ مخونه)، (کنزالعمال: پينځم ټوک، ٢٨٥ او ٢٨٣ مخونه او د شپږم ټوک ٣٥٩ مخ) له حضرت عمر بن خطاب او (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٢٣، ١٧٣ او١٢٤ مخونه) له دوو لارو؛ يو له عمران بن حصين او بل له حضرت ابن عباس له لارې، (عسقلاني؛ تهذيب التهذيب: اووم ټوک، ٣٣٧ مخ له سعدبن ابي وقاص، ابوهريرة، سهل بن سعد، بريده، ابوسعيد، ابن عمر، عمران بن حصين او له سلمة بن اکوع (رضى الله عنهم) څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي دي.

(ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه: درېیم ټوک، ٣٤ مخ او د پينځم ټوک، ٢٣١ مخ) له ضحاک انصاري روايتوي، چې وايي: رسول الله، چې خيبر ته ته؛ نو علي يې د لښکر مشر کړ او ورته يې ويلي ول: ((د خيبر هر يهودي، چې له کلا بهر راووت او خپل باغ ته ورننووت؛ نو ځان يې په امان کې دى)) علي هم د رسول الله دا حکم پر لوړ غږ خپلو سرتېرو ته اعلان کړ، چې رسول الله، حضرت جبراييل (ع) په خندا وليد، چې پوښتنه يې ترې وکړه: ولې خاندې؟ و يې ويل: علي راباندې ډېر ګران دى. رسول الله علي ته وويل: اوس جبراييل هم وايي، چې علي راباندې ګران دى. علي وويل: اوس زما کار تردې رارسېدلى، چې پر جبراييل هم ګران يم. رسول الله وويل: ته پر هغه چا ګران يې، چې تر جبراييل غوره دى؟ پوښته يې وکړه: څوک؟ و يې ويل: الله تعالی.

(ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه: څلورم ټوک، ٢٣٠ مخ) (له حسن بصري، (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٦ مخ) له عبدالله قشيري له انس بن مالک دا مضمون روايت کړى، چې و يې ويل: د رسول الله خادم وم، چې يوه ورځ مې واورېدل : خدايه جنتي خواړه راکړه. و مې ليدل، چې سور شوى چرګ ورته راغى او بيا رسول الله وويل: ((خدايه داسې کس ددې چرګ خوړو ته راوړې، چې پر تا ګران وي او ته او استازى دې هم پرې ګران وي او پر پېغمبردې هم ګران وي.)) انس وايي: د رسول الله له خونې، چې راووتم؛ نو و مې ليدل، چې علي د وره تر شا ولاړ او د ننووتو اجازه غواړي؛ ما اجازه ورنه کړه او د الله تعالی د استازي خونې ته راستون شوم او و مې ليدل، چې رسول الله بيا هماغه دعا کوي؛ بيا بهر راووتم، چې ګورم علي د ننووتو اجازه غواړي او بيا مې هم اجازه ورنه کړه او راننووتم او بيا مې واورېدل، چې رسول الله بيا هم هماغه دعا کوي او پر ګومان مې، چې دا کار درې ځل تکرار شو، چې علي بې اجازې راننووت، چې رسول الله وويل: علي! ولې دې ناوخته کړ؟ و يې ويل: راتلم؛ خو انس د ننووتو اجازه نه راکوله. رسول الله وويل: انسه! ولې دې د علي مخه ونيوه؟ ورته مې وويل: زړه مې غوښتل خپل خپلوان مې راننوځي. رسول الله وويل: ((بده نه ده، چې څوک له خپلوانو سره مينه وکړي؛ خو په دې شرط، چې له امله يې له نورو سره دښمني ونه کړي.))

(خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: لومړى ټوک، ٢٥٩ مخ) په خپل سند د حضرت ابن عباس د خولې وينا رااخلي، چې وايي: رسول الله وويل: پر هغه شپه يې، چې معراج ته بوتلم؛ نو و مې ليدل، چې د جنت پر وره يې ليکلي وو: ((لا اله الا الله محمد رسول الله على حب الله والحسن و الحسين صفوة الله و فاطمه خيرة الله على باغضهم لعنة الله))؛ يعنې بې له خدايه بل معبود نشته، محمد يې استازى، علي د الله تعالی محبوب، حسن، حسين او فاطمه د الله تعالی غوره دي او د دوى پر دښمنانو دې لعنت وي.

(خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: اتم ټوک، ٤٠١ مخ) په خپل سند له ابي عبدالله جدلي له ام سلمه بي بي روايتوي، چې وايي: عبدالله! ستاسې پر ممبرونو رسول الله ته کنځلې کېږي او تاسې چوپ ياست؟ عبدالله وويل: سبحان الله! هېڅکله هم داسې نه دي! ام سلمې بي بي وويل: مګر ستاسې پر ممبرونو علي او مينوالو ته يې کنځا نه کېږي؟ و يې ويل: هو همداسې ده. ام سلمې بي بي وويل: زه شهادت ورکوم، چې علي د الله تعالی پر استازي ګران و (نو کنځل مو پېغمبر ته هم دي)

رسول الله (ص) وايي: د الله تعالی حکم دى، چې له علي، سلمان، ابي ذر او مقداد سره مينه وکړم

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٢٩٩ مخ) په خپل سند له حضرت ابي بريده له پلاره يې روايتوي، چې وايي: رسول الله وويل: ((الله تعالی راته حکم کړى، چې له څلور کسانو سره مينه وکړم او خبر يې راکړى، چې پر الله تعالی هم ګران دي.)) خلکو پوښتنه وکړه: رسول الله! نومونه يې واخلئ، چې و يې پېژنو! رسول الله وويل: ((علي له هغوى دى!علي له هغوى دى! علي له هغوى دى! او سلمان، ابوذر او مقداد، چې پر الله تعالی ګران دي او حکم يې راکړى، چې زه هم ورسره مينه وکړم.))

دا روايت (ابن ماجه؛ صحيح ابن ماجه: باب فضايل اصحاب رسول الله: ١٤ مخ)، (حاکم؛ مستدرک: درېیم ټوک، ١٣٠ مخ)، (احمد بن حنبل؛ مسند: پينځم ټوک، ٣٥١ مخ)، (ابونعيم؛ حلية: لومړى ټوک، ١٩٠ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٥٥ مخ)، (ابن حجر؛ تهذيب التهذيب: لسم ټوک، ٢٨٦مخ) او ابن عبدالبر؛ استيعاب: لومړى ټوک، ٢٨٠ مخ او دويم ټوک، ٥٥٧ مخ کې هم راوړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٢٨، ٤٢٩ او د درېیم ټوک ١٥٤ مخونه ) د حضرت ابن عباس او د حضرت علي د خولې وينا راخلي، چې د دواړو نچوړ دادى: حضرت جبراييل رسول الله ته وويل: محمده! پر الله تعالی دې درې اصحاب ګران دي؛ نو ته هم ورسره مينه وکړه؛ علي، ابوذر، مقداد او په بل روايت کې دي، چې: جنت زما د درې اصحابو د ليدو لېوال دى. دا مهال د اصحابو ډله رامخکې شوه، چې رسول الله يې نوم واخلي، چې حضرت محمد پکې د سلمان نوم هم واخست.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١١٧ مخ) له حضرت انس بن مالک همدا مضمون نقل کړى؛ خو په دومره زياتوالي، چې انس وايي: حضرت ابوبکر ته مې وويل: کېداى شي ته هم يو له هغو درېو ځنې ووسې؛ نو ولاړ شه او پوښتنه وکړه؛ خو پوښتنه يې ونه کړه او بيا مې حضرت عمر ته وويل، چې هغه هم پوښتنه ونه کړه، چې علي ته مې وويل، چې راته يې وويل: زه به يې پوښتنه وکړم، چې که زه هم پکې وم؛ نو د الله تعالی شکرونه به پر ځاى کړم او که نه وم؛ نو بيا به هم د الله تعالی شکر ادا کړم او چې پوښتنه يې وکړه؛ نو دالله تعالی استازي وويل: ((ته هم له هغوى ځنې يې! ته هم له هغوى ځنې يې او عمار ياسر چې ډېر ژر به ووژل شي او له ستر اجر به برخمن شي او سلمان دى، چې له موږ اهلبيتو ځنې دى او هغه دې خپل ملګرى کړه.))

حضرت علي څومره د الله تعالی پر استازي ګران و؟

(صحيح ترمذي: دويم ټوک: ٣١٩ مخ) له بريده له پلاره او د هماغه ټوک په هماغه مخ کې له جميع بن عمير تيمي څخه په دې باب دوه روايتونه نقل کړي، چې په دويمي کې جميع وايي: له ترور سره مې له عايشې بي بي کره ولاړم، چې ترور مې بي بي وپوښتله، چې په خلکو کې څوک تر ټولو ډېر د الله تعالی پر استازي ګران و؟ و يې ويل: فاطمه. پوښتنه يې وکړه: په سړيو کې پرې څوک تر ټولو ګران و؟ و يې ويل: د فاطمې مېړه؛ ځکه تر کومه، چې زه خبره يم؛ تر ټولو ډېر لمونځونه يې کول او روژې يې نيوې.

دا روايت حاکم هم د مستدرک الصحيحين د درېیم ټوک په ١٥٧ مخ کې، خطيب د خپل تاريخ د يوولسم ټوک په ٤٣٠ مخ کې، ابن عبدالبر د استيعاب د دويم ټوک په ٧٥١ مخ کې، متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٠ مخ کې او محب طبري د ذخاير په ٣٥مخ کې هم راوړى دى.

(حاکم؛ مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٥٤ مخ) له خپل سند له جميع بن عمير له عايشې بي بي او نسائي په خصايص کې په همدې سند او امام احمد بن حنبل د خپل مسند د څلورم ټوک په ٢٥٧ مخ کې په خپل سند له نعمان بن بشير څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې نعمان وايي: حضرت ابوبکر له رسول الله څخه د ننووتو اجازه وغوښته، چې د عايشې بي بي غږ يې واورېد، چې له رسول الله سره خوله وهي او چغې وهي او وايي: ما ته ښه معلوم دي، چې زما تر پلاره علي درباندې ډېر ګران دى؛ نو حضرت ابوبکر د ننووتو اجازه وغوښته او همداچې راننووت؛ نو د بي بي عايشې د وهلو په تکل کې شو او ښه يې ورټله؛ څو ځلې مې درته ويلي، چې د رسول الله په مخ کې مه درېږه او غږ دې مه پورته کوه.

 دا روايت نسائي هم د خصايص په ٢٨ مخ کې له دې زياتوالي سره راوړى، چې لاس يې پورته کړ، چې عايشه ووهي؛ خو رسول الله يې مخه ونيوه او حضرت ابوبکر غوسه له کوره ووت.

 هيثمي هم دا روايت د مجمع د نهم ټوک په ١٢٦ مخ کې راوړى او بزار ته يې نسبت ورکړى او رجال يې صحيح ګڼلي دي.

 (اسدالغابه: پينځم ټوک، ٥٤٧ مخ) په خپل سند له حضرت معاذه غفاريه روايتوي، چې وايي: زه د رسول الله انيس وم او تل به ورسره جګړو ته تلم، چې د ټپيانو درملنه وکړم؛ نو يوه ورځ رسول الله ته ورغلم، چې د عايشې بي بي په کور کې و، چې و مې ليدل علي بهر راوځي او رسول الله عايشې بي بي ته وايي: ((عايشې! دا سړى راباندې ترټولو ګران دى، حق يې وپېژنه او درناوى يې کوه.))

دا روايت ابن حجر هم د اصابه د اتم ټوک په ١٨٣ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦١ مخ کې راوړى او خجندي ته يې نسبت ورکړى او زياتوي، چې معاذه وويل: دا خبره مې په ذهن کې وه، چې عايشې بي بي د جمل د جګړې جنجال جوړ کړ؛ نو چې کله مدينې ته راستنه شوه؛ نو ورغلم او ورته مې وويل: ام المؤمنين! نن دې زړه له علي سره څنګه دى، سره له هغو سپارښتنو، چې رسول الله درته په اړه يې کړې وه؟ و يې ويل: زړه به مې څنګه وي، چې زما کور ته به راغى او پلار به مې هم په کور کې و؛ نو پلار به مې ورته په کتو نه ستړى کېده، چې يوه ورځ مې خپل پلار ته وويل: څومره علي ته ګورئ؟ و يې ويل: ځکه د الله تعالی له استازي مې واورېدل، چې ((د علي مخ ته کتل عبادت دى.))

(اسدالغابه: پينځم ټوک، ٣١٤ مخ) په خپل سند له ابي هاشم روايتوي، چې مور او پلار دواړه يې د رسول الله ازاد شوي ول: زما مور د رسول الله وينځه وه چې وايي: يوه ورځ رسول الله له جوماته د علي او فاطمې کور ته راغى؛ نو و يې ليدل، چې دواړه ويده دي او لمر راختلى دى؛ نو سر ته ورته ودرېد او پر خپل خيبري څادر يې د لمر مخه ونيوه او تر څو شېبو روسته يې وويل: پاڅئ اى تر ټولو راباندې ګرانو.

زمخشري په کشاف کې د بقرې د سورت د (الا الذين هدى الله و ما کان الله ليضيع ايمانکم ان الله بالناس لروف الرحيم) آيت تر تفسير لاندې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٨٤ مخ کې، رياض النضره د دويم ټوک په ١٦١ مخ کې له دوو لارو له عايشې بي بي او د هماغه ټوک په ١٦٢ مخ کې له معاوية بن ثعلبه، چې له ابوذر يې پوښتلي وو، په دې اړه روايتونه نقل کړي دي.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣٠ مخ) له يحيى بن سعيد له انس بن مالک او (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٢٥ مخ) د سور کړي چرګ کيسه راوړې، چې مخکې هم وشوه؛ خو دلته ويل شوي، چې سور شوى چرګ ام ايمن ډالۍ رالېږلى و او همداراز پکې راغلي، چې انس وايي: هر ورځ به يو انصاري ځوان د رسول الله خدمت کاوه، چې پر هغه ورځ زما وار و او له هغه دوو روايتونو په يوه کې راغلي، چې د رسول الله تر دعا روسته ړومبى حضرت ابوبکر راغى او د ننووتو اجازه يې وغوښته؛ خو رسول الله اجازه ونه کړه، بيا حضرت عمر راغى، چې هغه ته يې هم اجازه ونه کړه او درېیم حضرت علي و، چې اجازه يې ورکړه.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣١ مخ) په دوو سندونو له ثابت بناني روايتوي، چې حضرت انس بن مالک ناروغ شوى و او محمد بن حجاج او يو ډله نور يې پوښتنې ته راغلي ول، چې هر چا غورې کولې، چې د علي خبره رامنځ ته شوه او محمد بن حجاج په علي پسې خوله راوسپړله او سپکې سپورې يې پيل کړې، چې انس وويل: دا څوک دى؟ ما کېنوئ. انس يې کـېناوه او بيا يې وويل: د حجاج زويه! وينم، چې په علي پسې دې خوله راسپړلې ده. قسم پر هغه الله تعالی، چې محمد يې پر حقه مبعوث کړى. يوه ورځ مې د رسول الله خدمت کاوه؛ ځکه هر ورځ به يو انصاري مريى د رسول الله خدمت کاوه، چې پر هغه ورځ زما وار و، چې ام ايمن چرګ راوړ، چې رسول الله ازاده کړې وه، چې ماهم د رسول الله مخې ته کېښود. پوښتنه يې وکړه: ام ايمن دا څه دي؟ و يې ويل: چرګ دى او تاسې ته مې کباب کړى دى. رسول الله دعا وکړه: خدايه تر ټولو ګران بنده دې راورسوه، چې دا چرګ راسره وخوري؛ نو همدا چې د رسول الله دعا پاى ته ورسېده، ور يې وټکاوه. و يې ويل: وګوره، چې څوک دي؟ ولاړم، چې وګورم، چې تر تمبو شا څوک ولاړ دى او په زړه کې يې ويل، چې الله تعالی دې وکړي زما کوم خپلوان وي؛ خو ومې وليدل، چې علي دى؛ خو بيا مې هم اجازه ور نه کړه، چې دا کار درې ځل تکرار شو، چې رسول الله وويل: ور خلاص کړه، چې راننوځي. دا يوازې ته نه يې، چې خپلوان دې درباندې ګران دي، هغه له انصارو ځنې نه دى. هغه مې رادنننه کړ. و يې ويل: انسه! هغه چرګ ورته راوړه. را مې ووړ او دواړه يو ځاى وخوړ. محمد بن حجاج په حيرانتيا پوښتنه وکړه: آيا تا دا هر څه په خپلو سترګو ليدلي دي؟ انس وويل: هو او ژمنه يې راسره وکړه، چې ژوندى يې د علي سپکه به و نه وايې او داسې څوک مې نه دى ليدلى، چې په علي پسې به يې بد ويلي وي او څېره به يې بدرنګه شوې نه وي.

دا مضمون حلية الاولياء د شپږم ټوک په ٣٣٩ مخ کې له اسحاق به عبدالله بن ابي طلحه، د بغداد تاريخ د درېیم ټوک په ١٧١ مخ کې له ابي الهندي له انس، اسدالغابه د څلورم ټوک په ٣٠ مخ کې له ابراهيم له انس، کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٦ مخ کې له دوو لارو، ذخايرالعقبى په ٦١ مخ کې، رياض النضره د دويم ټوک په ١٦١ مخ کې له سفينه او هم هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٢٦ مخ کې له درېو لارو نقل کړى دى.

له علي سره مينه له الله تعالی او استازي سره يې مينه ده

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢٧ مخ) له حضرت ابن عباس (خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: څلورم ټوک، ٤٠ مخ) له پينځو لارو له حضرت ابن عباس څخه (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٦ مخ) (علي بن سلطان؛ مرقات: پينځم ټوک، ٥٧٣ مخ) (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣٠ مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې له حضرت عثمان بن عوف څخه روايت دى، چې وايي: يو سړي سلمان ته وويل: علي درباندې څومره ګران دى! ورته يې وويل: د الله تعالی له استازي مې اورېدلي: له علي سره مينه له ما سره مينه ده او له علي سره دښمني له ما سره دښمني ده.)) او د هماغه ټوک په ١٤٢ مخ کې يې له حيان اسدي روايت دى، چې له علي مې واورېدل: رسول الله راته وويل: ((امت به تر ما روسته درسره دښمني کوي او چې ته ژوندى يې زما پر دين به يې او زما پر سنت به وژل کېږې او څوک چې درسره مينه کوي؛ نو راسره يې کړې ده او څوک چې درسره دښمني کوي؛ نو راسره يې کړې ده او ډېر ژر به دا په دې رنګينه شي؛ يعنې ږيره به دې د سر پر وينو رنګينه شي.))

 دا روايت (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٧ مخ) کې هم راوړى او دارقطني د افراد په کتاب کې يې حاکم او خطيب ته نسبت ورکړى دى.

(حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٦٦ مخ) په خپل سند له حضرت ابي برزه روايتوي چې وايي: رسول الله وويل: الله تعالی راته وويل: ته بايدراسره ژمنه وکړې. ورته يې وويل: کومه ژمنه؟ و يې ويل: واوره. و يې ويل: وايه چې غوږ مې دى. خطاب راغى: علي د ښیون بيرغ او زما او د اولياوو امام دى، د هغه رڼا ده، چې زما لاروي کوي، هغه ټکى دى، چې يو متقي هم ترې بېلتون نه لري؛ نو څوک چې ورسره مينه وکړي؛ نو له ماسره به يې کړې وي او چا چې ورسره دښمني وکړه؛ نو راسره به يې کړې وي او پر علي ددې مقام زېرى وکړه. علي ته راغلم او زېرى مې پرې وکړ، چې و یې ويل: رسول الله! زه د الله تعالی بنده او د قدرت په واک کې يې يم؛ نو که پر عذاب مې کړي؛ نو زما د ګناه له امله به وي او د مقام زېرى، چې تا يې راکړ، د الله تعالی پېرزو او لورنه ښيي؛ بيا يې حجابونه زما له سترګو پورته کړل او کوم کړاوونه يې، چې علي ته ځانګړي کړي ول، د يو صحابي لپاره مې هم نه وو؛ نو و مې ويل: پالونکيه! د رور مې مل شه! را ته يې وويل: دا هر څه ورته تقدير شوي دي او هغه به پردې ککړ شي او خلک هم به پرې و ازمېيل شي.

(د بغداد تاريخ: ديارلسم ټوک، ٣٢ مخ) حضرت له عبدالله بن مسعود (اسدالغابه: څلورم ټوک، ٣٨٣ مخ) له ابوالجحاف داود بن ابي عوف له معاوية بن ثعلبة الجماني او همدا سند ابن حجر د اصابه د شپږم ټوک د لومړي قسم په ٢٠٥ مخ کې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې راغلي: رسول الله وويل: ((ټولو هغوى ته د علي بن ابيطالب پر ولايت وصيت کوم، چې زما پر نبوت ايمان لري، چې که چا ورسره مينه وکړه؛ نو له ما سره يې کړې او چا چې راسره مينه وکړه؛ نو له الله تعالی سره يې مينه کړې ده او که چا ورسره دښمني وکړه؛ نو له ماسره يې دښمني کړې او له ما سره دښمني له الله تعالی سره دښمني ده.))

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٧، ١٥٨، ٣٩١، ٣٩٩ مخونه او همداراز د اووم ټوک ١٤٠مخ)، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٢٩، ١٣١ او ١٣٣ مخونه)، (رياض النضره: دويم ټوک، ٢١٤، ١٦٦، ٢٠٩، ١٣٣ مخ) او خصايص نسائي په ٢٨ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې له علي سره پر دښمنۍ او دوستۍسربېره پکې دا هم راغلي، چې يوازې مؤمن له علي سره مينه کوي او يوازې منافق ورسره دښمني کوي.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢١٦ مخ) له حوشرة بن محمد بصري روايتوي، چې وايي: يزيد بن هارون واسطي مې تر وژل کېدو څلور شپې روسته په خوب کې وليد؛ نو پوښتنه مې ترې وکړه، چې څه يې درسره وکړل؟ راته يې وويل: حسنات مې قبول او ګناهونه مې وبښل شو او دګناهونو ناوړه اغېزې مې هم له منځه ولاړې (بيا دوام ورکوي تر دې چې وايي: ) د انکير او منکر کيسه څنګه وه؟ و يې ويل: هو! قسم پر هغه الله تعالی، چې بې له هغه بل معبود نشته؛ زه يې کېنولم او د پالونکي په اړه يې له ما پوښتنه وکړه (بيا همداسې وايي، تردې چې وايي: ) يو له هغوى دوو ځنې وپوښتلم: خپل احاديث دې له حريز بن عثمان روايت کړي؟ ورته مې وويل: هو هغه موثق سړى و او احاديث يې د ډاډ وړ وو. و يې ويل: سمه ده، چې ډاډمن و؛ خو له علي سره يې دښمني کوله؛ نو د الله تعالی دښمن هم و.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٢٩ مخ) حضرت ابو رافع وايي: رسول الله د علي په مشرۍ يو لښکر يمن ته ولېږ او د اسلم د ټبر عمرو شاس هم پکې و؛ نو چې له جګړې راستون شو؛ نو په علي پسې يې خوله راوسپړله. رسول الله ورپسې يو کس ولېږه، چې را يې ولئ، چې راغى؛ نو رسول الله وويل: په علي پسې بد مه وايه. آيا په دې سفر کې دې ترې بد ليدلي، چې داسې دې ورپسې خوله راسپړلې. عمرو وويل: نه. رسول الله وويل: نو دا د څه خبرې دي؟ و يې ويل: له علي سره دښمني مې په خپل واک کې نه ده. د الله تعالی استازى سخت غوسه شو او يې ويل: ((چا چې له علي سره دښمني وکړه؛ نو له ما سره يې کړې ده او چا چې له ما سره دښمني وکړه؛ نو له الله تعالی سره يې کړې ده.))

د حضرت علي د دوستانو ثواب او دښمنانو عذاب

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢٨ مخ) په خپل سند د حضرت زيد بن ارقم د خولې وينا را اخلي، وايي: رسول الله د ايمان په اړه وينا کوله او و يې ويل: ((څوک چې غواړي ژوند او مړينه يې زما د ژوند او مړينې په څېر وي او په هغه جنت کې راسره مېشت شي، چې الله تعالی يې وعده راکړې؛ نو له علي بن ابيطالب سره دې مينه وکړي؛ ځکه هغه به مو هېڅکله بې لارې نه کړي.))

 دا روايت حاکم صحيح ګڼلى او ابو نعيم د حلية د څلورم ټوک په ٣٤٩ مخ له دوو لارو او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٥ مخ کې او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې هم نقل کړى دى.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢٨ مخ) په خپل سند د حضرت عمار ياسر د خولې وينا را اخلي، وايي: د الله تعالی له استازي مې واورېدل، چې علي ته يې وويل: ((علي! څومره بختور دى هغه چې درسره مينه کوي او ستا په اړه رښتيا ووايي او هغه دې پر خپل حال وژاړي، چې درسره دښمني کوي او ستا په اړه دروغ ووايي.))

 دا روايت خطيب بغدادي د د بغداد تاريخ د نهم ټوک په ٧١ مخ کې له دوو لارو او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٣٢ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢١٥ مخ او د ذخاير په ٩٢ مخ کې يې هم راوړى دى.

(حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٨٦ مخ) په خپل سند له زيدبن وهب له حذيفه او هماغه په ٨٦ مخ کې په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه او همداراز کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په دواړو روايتونو کې راغلي: رسول الله وويل: ((که څوک غواړي زما په څېر ژوند ولري او زما په څېر ومري او د پالونکي په راکړ شوي جنت کې مېشت شي؛ نو تر ما روسته بايد له علي او دوستانو سره يې مينه وکړي او تر ما روسته د امامانو لاروي وکړي، چې ټول زما عترت دي؛ ځکه هغوى زما له خټې جوړ شوي او ځانګړې پوهه يې رزوي شوې ده او زما په امت کې دې هغه پر خپل حال وژاړي، چې فضائل يې دورغ وګڼي او زما لورنه پرې پرېکړي او داسې خلک به الله تعالی زما له شفاعته برخمن نه کړي.))

(اصابه: درېیم ټوک، لومړى قسم، ٢٠ مخ او شپږم ټوک، ٣٣٥ مخ)، (کنوز الحقايق: ١٠١ مخ)، (رياض النضره: دويم ټوک، ٢١٥ مخ)، (اسدالغابه: دويم ټوک، ١٠١ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١١١ او ١٢١ مخونه)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٤ او ١٥٨مخونه)، (د بغداد تاريخ: څلورم ټوک، ١٠٢ مخ) او ذخاير العقبى په ٩٢ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې موږ د لڼديز لپاره يوازې د د بغداد تاريخ روايت راخستى، چې وايي: د الله تعالی له استازي مې واورېدل، چې علي ته يې وويل: ((علي! مينوالو ته دې همدومره بس، چې په ځلکدن کې حسرت، په قبر کې وحشت او د قيامت پر ورځ ډار نه لري.))

د علي دوستي هغه حسنه ده، چې سيئات سوځوي

(کنوزالحقايق: ٦٢ مخ) حضرت ديلمي د الله تعالی له نبي روايتوي، چې وايي: ((د علي مينه هغه حسنه ده، چې درلودل يې يوه ګناه هم تاوان نه دررسوي.))

(کنوزالحقايق: ٦٢ او ٦٣ مخونه) بيا له ديلمي روايتوي، چې رسول الله وايي: د علي دوستي ګناهونه سوځوي؛ لکه څنګه چې اور خس سوځوي.))

(رياض النضره: دويم ټوک، ٣١٥ مخ)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٨ مخ)، (د بغداد تاريخ: څلورم ټوک، ١٩٤ مخ او درېیم ټوک، ١٦١ مخ) په دې اړه روايتونه راوړي، چې په روستي کې يې راغلي: د الله تعالی له استازي پوښتنه وشوه: آيا له پل صراط او اور له تېرېدو لپاره جواز _ پل _ شته؟ و يې ويل: ((د علي بن ابيطالب دوستي او مينه.))

بوټي او ونې هم له حضرت علي سره مينه کوي

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢١٥ مخ) له حضرت انس بن مالک روايتوي، چې وايي: حضرت علي بن ابيطالب حضرت بلال ته يو درهم ورکړ، چې خربوزه پرې واخلي. حضرت بلال وايي: خربوزه مې واخسته او چې علي ماته کړه؛ نو ترخه وه. علي وويل: بلاله دا خربوزه خپل خاوند ته يوسه او درهم ترې راواخله؛ د الله تعالی استازي ما ته وويل: الله تعالی ستا مينه پر بشر، ونه، مېوو او دانو لازمه کړې؛ نو چا چې دې لاروي وکړه؛ نو سپېڅلى او پاک شو او چاچې دې لاروي ونه کړه؛ نو تريخ او ناپاکه شوه او زما په ګومان دا له هغو خربوزو ده، چې ستا مينه يې نه ده منلې.

 محب طبري دا روايت ملا ته نسبت ورکړى دى.

(د بغداد تاريخ: درېیم ټوک، ٢٨٩مخ) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي، چې و یې ويل: په ډله کې د کعبې سيوري ته ناست وو او رسول الله راته وينا کوله، چې ناڅاپه په رکن يماني کې يو څيز راروان و، چې رسول الله پرې توکاڼې تو کړې. و یې ويل: الله تعالی دې لعنت کړه _ او يا يې وويل: الله تعالی دې خوار کړه _ علي بن ابيطالب پوښتنه وکړه: رسول الله دا څه دي؟ و يې ويل: مګر نه يې پېژنې؟ و یې ويل: الله تعالی او استازى يې ښه پوهېږي. و يې ويل: دا ابليس دى. علي له ځايه پاڅېد او د تندي له وېښتانو يې راونيو او وېښتان يې ترې راوايستل او و يې ويل: رسول الله اجازه راکړئ، چې و يې وژنم. رسول الله وويل: مګر له ياده دې وتلي، چې تر قيامته يې عمر غوښتى دى. علي پرېښود او ابليس په يوه ګوټ کې ودرېد او و يې ويل: علي! ما درسره څه کړي دي؟ پر الله تعالی قسم، چې ستا په دښمنانو کې داسې څوک نه وينم، چې له پلار سره به يې زه په څاڅکي کې شريک نه يم. علي! د قرآن داآيت مه هېروه: (و شارکهم فى الاموال والاولاد) چې ما ته يې اجازه راکړې، چې د خپلو لارويانو په مال او اولاد کې يې شريک شم.

بيا خطيب د خپل تاريخ د درېیم ټوک په ٢٩٠ مخ کې له عبدالله روايتوي، چې د علي د خولې وينارا اخلي او وايي: يوه ورځ مې رسول الله وليد، چې د خپل په څېر پر يوه ستر څيز سپور دى او پر هغه لعنت وايي او د صفا له لوري راروان دى؛ نو پوښتنه مې وکړه: دا څوک دى؟ و يې ويل: دا رټل شوى شېطان دى. ورته مې وويل: د الله تعالی دښمنه! پر الله تعالی، چې وبه دې وژنم، چې امت دې له شره خلاص شي. و يې ويل: مګر د نېکۍ سزا بدي ده؟ و مې ويل: د الله تعالی دښـمنه ستا سزا څه ده. و يې ويل: پر الله تعالی قسم ستا پر دښمنانو کې داسې څوک نه وينم، چې د مور په زيلانځ-رحم کې يې له پلار سره شريک نه يم.

 خطيب بيا وايي: دا روايت ابوالحسين اشناني له اسحاق بن محمد نخعي؛ يعنې اسحاق احمر همداراز راوړى دى.

له علي سره هر ډول چلن له رسول الله (ص) سره چلن دى

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢١ مخ) په خپل سند له عبدالله جدلي روايتوي، چې وايي: ځوان وم، چې حج ته ولاړم او په مدينه کې له يوې ډلې سره مخ شوم، چې پر مخ روانه وه، چې زه هم ورسره روان شوم چې د ام سلمې بي بي کور ته ورننووتل او ما په خپله واورېدل، چې و يې ويل: شبث بن ربعي! چې له ډلې يو بې عقله او بې ادبه سړي ځواب ورکړ: هو مورې!بي بي وويل: پر خپلو ممبرونو رسول الله ته کنځلې کوئ؟ و يې ويل: موږ دومره بې ادبه نه يو. بي بي وويل: علي ته هم کنځلې کوئ؟ شبث ربعي وويل: هو هغه ته کله نا کله څه نا څه وايو، چې د دنيا چارې مې تېرې شي. بي بي وويل: ما دالله تعالی له استازي واورېدل، چې و يې ويل: ((چا چې علي ته کنځلې وکړې؛ نو ما ته يې کړې دي.))

 دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠١مخ کې راوړى او ابن ابي شيبه ته يې نسبت ورکړى دى.

(مستدرک الصحيحين: لومړى ټوک، ١٢١ مخ)، (مسند احمد بن حنبل: شپږم ټوک، ٣٢٣ مخ)، (خصايص نسائي: ٢٤ مخ)، (ذخاير العقبى: ٦٦ مخ) او (رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٦ مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې راغلي دي: حضرت ابن عباس چې کله ړوند شو او د قريشو د يوې غونډې په مخ کې يې، چې تېراوه، چې پکې علي بن ابيطالب ته کنځل کېده؛ نو له ورسره کس يې پوښتنه وکړه: دوى څه وايي: ورته يې وويل: علي بن ابيطالب ته يې کنځلې کولې. حضرت ابن عباس وويل: ما ورستون کړه؛ نو چې ورستون يې کړ، پر لوړ غږ يې وويل: په تاسې کې کوم يو الله تعالی ته کنځل کولې؟ ټولو په حيرانتيا وويل: سبحان الله! مشرک دى هغه، چې الله تعالی ته کنځلې وکړي. بيا يې وويل: په تاسې کې کوم يو رسول الله ته کنځل وکړل؟ بيا وويل: سبحان الله! رسول الله ته کنځل خو کفر دى. بيا يې وويل: په تاسې کې کوم يې علي ته کنځلې کولې؟ وويل شول: موږ وو. حضرت ابن عباس وويل: واورئ او سر خلاص کړئ، چې الله تعالی مې ګواه دى، چې د الله تعالی له استازي مې اورېدلي ول، چې ويل يې: ((چا چې علي ته کنځلې وکړې؛ نو ما ته يې کړې ده او چا چې ما ته کنځل وکړه؛ نو الله تعالی ته يې کړې ده او چا چې الله تعالی ته کنځلې وکړې؛ نو پړمخه به په اور کې ورګوزار کړاى شي.)) دا خبره چې حضرت ابن عباس وکړه؛ ستون شو او خپل ورسره کس ته يې وويل: خلکو زما د خبرو تر اورېدو روسته څه وويل؟ورته يې وويل: څه يې و نه ويل. حضرت ابن عباس وويل: د څېرو رنګ يې څرنګه شو؟ هغه يې په ځواب کې دا شعر ووايه:

نظروا اليک ياعين محمرة     نظر التيوس الى شفار الجازر

دا شعر د حضرت ابن عباس خوښ شو او ورته يې وويل: نور هم ووايه چې هغه وويل:

جزر الحواجب ناکسى اذقانهم    نظر الذليل الى الغزيز القاهر

 حضرت ابن عباس وويل: مور وپلار مې درځار بيا هم ووايه. هغه وويل: د ويلو لپاره نور څه نه لرم.

(هيثمي: مجمع: نهم ټوک، ١٢٩ ټوک)، (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٥ مخ) او (ابن حجر؛ صواعق: ١١٧ مخ) چې په روستي کې راغلي، چې بارزي له منصور څخه روايتوي، چې وايي: په شام کې مې يو سړى وليد، چې څېره يې د خوک په څېر وه؛ نو پوښتنه مې ترې وکړه_ زوى يې هم ورسره و_ولې داسې شوى يې؟ و یې ويل: ما د ورځې څلور زره ځل پر علي لعنت وايه، چې يوه شپه مې رسول الله له حسن بن علي سره په خوب کې وليد_ خپل اوږد خوب يې ووايه، تردې چې دلته راورسېد_حسن زما له لاسه رسول الله ته ګيله وکړه، چې رسول الله راباندې لعنت ووايه او پر مخ يې توکاڼې راتو کړې، چې څېره مې د خوک شوه، چې نورو ته عبرت شم.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢٢مخ) په خپل سند له حضرت عمرو بن شاس، چې د حديبيې له اصحابو ځنې دى روايتوي، چې وايي: له علي سره يمن ته ولاړو، چې په دې سفر کې له علي دومره خپه شوم، چې د هغه کينه مې په زړه کې واچوله؛ نو همدا چې راستون شوم؛ نو په جومات کې مې له علي ګيله وکړه او دا خبره ولاړه ډنډوره شوه، چې رسول الله ته هم ورسېده؛ نو بله ورځ، چې جومات ته راغلم؛ نو و مې ليدل، چې رسول الله په جومات کې له يوې ډلې اصحابانو سره دى؛ نو زه يې چې وليدم، ډېر ترخه يې راوکتل او همداراز يې راته کتل، چې کېناستم، راته يې وويل: عمرو! پر الله تعالی، چې و دې کړولم. ورته مې وويل: پناه غواړم و دې کړوم. راته يې وويل: هو کړولى دې يم؛ ځکه څوک چې علي کړوي؛ نو ما هم کړوي.

 حاکم ددې روايت تر نقلولو روسته وايي، چې سند يې صحيح دى.

دا روايت (احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ٤٨٣)، (ابن اثير؛ اسدالغابه: څلورم ټوک، ١١٣ مخ)، (ابن حجر؛ اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ٣٠٤ مخ) او د هغه د وينا له مخې بخاري، ابن منده او ابن عبدالبر د استيعاب د دويم ټوک په ٤٤٢ مخ کې، متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٢ مخ کې، د څلورم ټوک په ٤٠٠ مخ کې، هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٢٩ مخ کې او محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٥ مخ کې هم نقل کړى دى.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢١ مخ) په خپل سند له عبيدالله بن ابي مليکه له پلاره روايتوي، چې وايي: يو شامي سړي د حضرت ابن عباس په مخ کې علي ته کنځل وکړل. حضرت ابن عباس پر ټبره وايشت او ورته يې وويل: د الله تعالی دښمنه! رسول الله دې خپه کړ (ان الذين يوذون الله ورسوله لعنهم الله فى الدنيا والاخرة و اعدلهم عذاباً مهينا؛ هغوى چې الله تعالی او استازى يې کړوي؛ نو الله تعالی يې په دنيا او اخرت کې لعنتوي او خوارونکى عذاب يې ورته چمتو کړى دى) او که رسول الله ژوندى و او علي ته يې ستا کنځلې ويلاى واى؛ نو ډېر به خپه شوى و.

(هيثمي: مجمع: نهم ټوک، ١٢٩ ټوک)، (ابن حجر؛ صواعق: ٧٣ مخ)، (شبلنجي؛ نورالابصار: ٧٢ مخ)، (فيض القدير: شپږم ټوک، ١٨ مخ) او (مرقاة المفاتيح: پينځم ټوک، ٥٧٣ مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې راغلي: يو سړي د حضرت عمر بن خطاب په مخ کې علي ته کنځلې وکړې، چې حضرت عمر وويل: ددې قبر خاوند پېژنې؟ دا محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب دى؛ نو هېڅکله د علي نوم په بده مه اخله، چې ددې قبر خاوند پرې خپه کېږي.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢٣ مخ) په خپل سند له معاوية بن ثعلبه له حضرت ابي ذر روايتوي، چې وايي: رسول الله وويل: ((که له علي څوک لرې شو؛ نو له الله تعالی به لرې شوې وي او څوک چې له تا بېل شي؛ نو له ما به بېل شوى وي.))

 دا روايت، چې حاکم يې سند صحيح ګڼلى؛ (ذهبي؛ ميزان الاعتدال: لومړى ټوک، ٣٢٣ مخ) هم صحيح ګڼلى او (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٣٥ مخ)، (رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٧ مخ) هم نقل کړى او (کنزالعمال: دويم ټوک، ١٥٢ مخ) او (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٢٨ مخ) دې مضمون ته نږدې نور روايتونه هم نقل کړي دي.

د حضرت علي پوهه

فخر رازي په کبير تفسير کې د آل عمران د سورت د (ان الله اصطفى آدم و نوحاً و آل ابراهيم و آل عمران على العالمين) تر آيت لاندې له علي روايتوي چې وايي: رسول الله راته د علم زر ورونه رازده کړل، چې ما له هر بابه زر نور بابونه استنباط کړل.

(استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٣ مخ) وايي: معاويه بن ابوسفيان ته به چې کومه مسله راپېښه شوه؛ نوعلي ته به يې ليکل او ترې به يې مرسته غوښته؛ نو کله يې چې واوېدل، چې علي يې وواژه؛ نو و یې ويل: فقه او علم د علي له مړينې سره مړه شول. رور يې عتبه وويل: پام چې د شام خلک دې دا خبره وا نه وري. معاويه وويل: پرېږ ده مې.

(استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٢مخ) په خپل سند له عبدالله بن عباس روايتوي چې وايي: که علم لس برخې فرض کړو؛ نو پر الله تعالی قسم، چې نهه برخې يې په علي کې دي او علي د هغو لس برخو په هغه برخه کې هم له خلکو سره شريک دى.

 دا روايت ابن اثير د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٢ مخ کې هم راوړى دى دى.

(استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٢ مخ) په خپل سند له سعيد بن مسيب روايتوي چې وايي: بې له علي چا هم په ژوند کې و نه ويل: (سلونى؛ څه چې غواړئ؛ نو له ما يې وپوښتئ).

 دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٢ مخ کې، ابن حجر د صواعق په ٧٦ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٩٨ مخ کې، احمد په مناقب کې، بغوي په معجم او ابو عمرو هم نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٥ مخ) له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: علي خلکو ته وينا کوله، چې و يې ويل: ايهاالناس! دا څه رټلې خبرې دي، چې ستاسې په اړه زما غوږونو ته رارسي؟ پر الله تعالی چې ډېر ژر به طلحه او زبير ووژل شي او بصره به سوبه شي او ډېر ژر به د کوفې له اړخه شپږ زره پينځه سوه او شپېته او يا يې وويل: پينځه زره شپږسوه او پنځوس مرستيال سرتېري ستاسې مرستې ته راشي. ما له ځان سره وويل: دا امام د خبرې د جنګي سياست لپاره دي؛ ځکه په جګړه کې دوکه روا ده؛ خو سره له دې د کوفيانو استقبال ته ولاړم؛ نو پوښتنه مې وکړه، چې شمېر مو څومره دى او هومره يې راته وويل، چې امام وړاندوينه کړې وه. بيا مې له ځان سره وويل: دا له هغه اسرارو دي، چې رسول الله ورته ويلي وو؛ ځکه رسول الله ورته د پوهې زر بابه ورکړي ول، چې له هر باب يې زر نور بابونه خلاصېدل.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٥ مخ) له ابي المتعمر مسلم بن اوس او همداراز له جارية بن قدامه سعدي روايتوي، چې دواړه وايي: له علي سره وو، چې د خپلو ويناوو په ترڅ کې يې خلکو ته وويل: مخکې له دې چې له لاسه مې ورکړئ؛ نو و مې وپوښتئ او داسې څه به نه وي، چې زه به يې ځواب ونه لرم؛ خو داسې څه، چې له عرش مافوق وي.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٣ مخ)، (د بغداد تاريخ: څلورم ټوک، ١٥٨ مخ)، (فخر رازي په خپل تفسير کې د ((و اما بنعمة ربک فحدث)) تر آيت لاندې)، (حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٦٥ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٤ مخ کې)، (ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، دويم قسم، ١٠١ مخ)، (رياض النضره: دويم ټوک، ٢٢١ مخ)، (کنزالعمال: اتم ټوک، ٢١٥ مخ)، (ابن حجر؛ تهذيب التهذيب: اووم ټوک، ٣٣٨ مخ) او (د بغداد تاريخ: شپږم ټوک، ٣٧٩ مخ) د اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب د علم په اړه روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې خپلې سينې ته په اشارې کميل ته وويل: دلته خورا پوهه ده؛ خو څومره بده ده، چې څوک نشته، چې ددې علومو حامل شي او ور و يې لېږدوم. ګواکې د استعداد خاوندان شته؛ خو امين نه دي.

(کنزالعمال: لومړى ټوک، ١٠٣ مخ) له اصبغ بن نباته روايتوي، چې وايي: له حضرت علي بن ابيطالب سره ناست وو، چې يو يهودى راغى او و يې ويل: اميرالمؤمنينه! الله تعالی له کله و؟ نو همداچې موږ ترې دا خبره واورېده؛ نو سم مو وواهه او نږدې ول، ومري؛ خو علي وويل: خوشې يې کړئ او بيا يې وويل: يهودي وروه! چې څه درته وايم، ښه يې واوره او په زړه کې يې وساته؛ ځکه له هغه کتابه ځواب درکوم، چې الله تعالی پر موسى نازل کړ او که تا خپل اسماني کتاب ويلي وي؛ نو د خپلې پوښتنې ځواب به پکې پېدا کړې؛ هغه چا ته صحيح دي، چې ووايو، چې له کله و، چې شتون يې پر نشتون مخکې وي؛ يعنې په يو وخت کې نه و او بيا شته شو؛ خو لا يزال الله تعالی بې له کيف و او شتون يې د نورو د شتون په څېر نه دى؛ له لايزال مخکې لا يزال او روسته له روسته و او بې له کيفه لم يزال، غايت او منتهي دى. يهودي وژړل او و يې ويل: اميرالمؤمنينه! پر الله تعالی، چې په تورات کې هم داسې راغلي دي او اوس شهادت ورکوم، چې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد يې بنده او استازى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٢٢ او ٢٢٢ مخونه) د علي د علم په اړه دوه روايتونه راوړي او همداراز (حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٦٥ او ٦٧ مخونو) د قرآن پر ظاهر او باطن د علي د پوهې په اړه دوه روايته، (ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، دويم قسم، ١٠١ مخ) له ابي الطفيل، (ابن حجر؛ تهذيب التهذيب: اووم ټوک، ٣٣٧ مخ)، (ابن حجر؛ اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ٢٧٠ مخ)، (ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٣ مخ)، (ابن جرير؛ تفسيرجرير: ٢٦ ټوک، ١١٦ مخ) له ابي الطفيل او ابي الصبهاء، (متقي؛ کنزالعمال: لومړى ټوک، ٢٢٨ مخ) له عامر بن واثله او د شپږم ټوک په ٣٩٣ مخ کې په دې اړه (سلوني؛ يعنې څه چې پوښتئ؛ نو له ما يې وپوښتئ) چې په روستي کې يې له مامون الرشيد له مهدي عباسي له منصور دوانيقي له پلار يې عبدالله بن عباس روايتوي، چې وايي: له حضرت عمر بن خطاب مې واوېدل، چې وايي: هېڅکله په علي پسې بدې ردې مه وياست، چې له علي سره مې د رسول الله داسې چلن ليده، چې که له ماسره يې درلود؛ نو تر ټولو هغو څيزونو به راته ښه و، چې لمر پرې لګي (بيا خپله خبره کوي تر دې چې دلته رارسي) علي د څو ځانګړنو په درلودو نېکمرغه شو؛ د رسول الله په زومتوب، له بېوزليو سره مرسته او د قرآن پر ظاهر، باطن، فقه او تاويل علم.

(طحاوي؛ مشکل الآثار: دويم ټوک، ٣٧٣ مخ) پر دوو سندونو له عبيد بن ابي رفاعة انصاري روايتوي، چې د خد اى د استازي يارانو د حضرت عمربن خطاب په مخ کې د نطفې د عزل په اړه اړپېچ وکړ، چې حلاله ده که حرامه؟ حضرت عمر بن خطاب وويل: تاسې چې اهل بدر ياست او نن په يوه ديني مسئله کې سره شخړه کوئ؛ نو راتلونکى ځوځات به مو څه کوي؟ اصحاب چوپ شول او دوو سره پسپسکي پيل کړل، چې عمر بن خطاب وويل: دا پسپسکي څه دي؟ يو يې وويل: يهوديان عزل حرام ګڼي او يو ډول موئوده _ژوندي ښخول _ يې ګڼي. علي وويل: هله ژوندى ښخول ګڼل کېږي، چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي؛ ځکه قرآن هغه ته انسان وايي، چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي، چې دادي: ١_ولقد خلقنا الانسان من سلالة من طين. ٢_ثم جعلناه نطفة فى قرار مکين. ٣_ثم خلقنا النطفة علقة. ٤_فخلقناه العلقة مضغة. ٥_فخلقناه المضعة عظاماً. ٦_فکسونا العظام لحما. ٧_ثم انشاناه خلقاً آخر فتبارک الله احسن الخالقين. او لنډه دا چې د نطفې له منځه وړل او له زيلانځ-رحم يې بهر اچول هله ژوندي ښخول دي، چې له طين، نطفه، علقه، مضغه؛ عظام او هډوکي او يا پر غوښه پوښل شوى وي او بل خلقت شوى وي او لنډه داچې ژوندى انسان وي.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٦ مخ) له رسول الله مبارک روايتوي، چې وايي: علي بن ابيطالب د خلکو اعلم دى؛ پر الله تعالی او خلکو.

 د هماغه ټوک په ٣٩٦ مخ کې له ابي ازهراء روايتوي، چې وايي: علي بن ابيطالب به تل ويل: زه او د اولادې پاکان مې، تر ټولو خلکو سينه پراخه او تر ټولو پوه يو. الله تعالی تعالى په موږ دروغ له منځه وړي او د لېوانو غاښونه له داړلو پڅوي او په موږ الله تعالی مو له ورمېږونو د ذلت زنځيرونه پرانځي، خپګانونه مو له منځه وړي او په موږ دي، چې الله تعالی پيل او پاى کوي.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١١٣ مخ) له سلمان روايتوي، چې وايي: رسول الله ته مې وويل: رسول الله! هر پېغمبر وصي لري؛ نو ستا وصي څوک دى؟ رسول الله راته هېڅ هم و نه ويل؛ خو بله ورځ يې، چې وليدم؛ نو غږ يې راته وکړ او ما هم ورمنډه کړه او راته يې وويل: پوهېږې، چې د موسى وصي څوک و؟ورته مې وويل: يوشع بن نون. پوښتنه يې وکړه : ولې د موسى وصي شو؟ ورته مې وويل: ځکه په هغه وخت کې تر ټولو عالم و. رسول الله وويل: ((زما وصي علي دى، چې تر ټولو غوره دى، چې پر کړيو ژمنو مې وفا وکړي او پورونه مې ورکړي.))

(ابن سعد؛ طبقات: شپږم ټوک، ١٦٧ مخ) په خپل سند له جبلة بنت مصفح له خپل پلاره، (اسدالغابه: شپږم ټوک، ٢٢ مخ) په خپل سندعبدة بن سليمان له عبدالملک بن سليمان، (استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٢ مخ)، (مناوي؛ فيض القدير: درېیم ټوک، ٤٦ مخ)، (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٤ مخ)، (ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٢ مخ) له جبير له عايشې بي بي، (متقي؛ کنزالعمال: څلورم ټوک، ٣٤٣ مخ او همداراز د دويم ټوک په٤٦٢ مخ) له مغيرة، (رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٤ مخ)، (بيهقي؛ سنن: پينځم ټوک، ٥٩ مخ) په خپل سند له عمرو له ابي جعفر څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې موږ دلته يوازې د ذخاير العقبى د ٦١ مخ روايت راخستى، چې حضرت عمر بن خطاب وويل: د الله تعالی استازي وويل: په دنيا کې د علي بن ابيطالب فضيلت ته څوک رسېداى نشي، چې خاوند د ښیون پر لور رهبري او له ضلالت او هلاکت يې لرې کړي.

 (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٣١ مخ) په خپل سند له طبراني روايتوي، چې رسول الله علي ته وويل: ((قسم پر هغه الله تعالی، چې ژوند مې يې په لاس کې دى، چې که له دې نه وېرېدم، چې مسلمانان ستا په اړه هغه څه و نه وايي، چې مسيحيان يې د عيسى بن مريم په اړه يې وايي؛ نو نن به مې ستا په اړه هغه څه ويلي ول، چې د هر مسلمان له مخې تېرېدې؛ نو ستا د پښو خاورې به يې د تبرک لپاره ښکلولې.))

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٩٩ مخ) له وکيع له شريک له اسحاق له هبيره روايتوي، چې وايي: حسن بن علي د حضرت علي تر شهادت روسته په خطبه کې وويل: پرون له تاسې هغه سړى ولاړ، چې نه په تېرو او نه په راتلونکيو کې يې څوک پوهه لري؛ هغه چې رسول الله جګړې ته لېږه؛ نو جبراييل به يې ښي لور او مکائيل به کيڼ لور ته و او له بري پرته به نه راستنېده.

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٢٩٩ مخ) له سويد به غفله له صنابحي، (ابونعيم؛ حلية: لومړى ټوک، ٦٤ مخ) له اصبع بن نباته او حارث، (مناوي په فيض القدير کې)، (د بغداد تاريخ: يوولسم ټوک، ٢٠٤ مخ) او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠١ مخ کې له اسماعيل بن موسى څخه په دې مضمون روايتونه نقل کړي، چې رسول الله وويل: ((زه د حکمت کور او علي يې ور دى او يا وايي: زه د علم ښار اوعلي يې ور دى.))

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢٦ مخ) په خپل سند له مجاهد له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: رسول الله وويل: ((زه د علم ښار او علي يې ور دى؛ نو که څوک غواړي دې ښار ته راننوځي؛ نو له وره دې راننوځي.))

 (خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: څلورم ټوک، ٣٤٨ مخ) او په بله لار د اووم ټوک په ١٧٢ مخ کې اوپه بله لار د يوولسم ټوک په ٤٨ مخ کې او په څلورمه لار د اووم ټوک په ٤٩ مخ کې، (ابن اثير؛ اسدالغابه: څلورم ټوک، ٢٢ مخ)، (ابن حجر؛ تهذيب التهذيب: شپږم ټوک، ٣٢٠ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٤٢٧ مخ )، (متقي؛ کنزالعمال: نهم ټوک، ١٥٦ مخ)، (مناوي؛ فيض القدير: درېیم ټوک، ٤٦ مخ) او د هغه د وينا له مخې عقيلي، ابن عدى، طبراني، حاکم، ابو الشيخ او همداراز (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١١٤ مخ)، (رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٣ مخ)، (کنزالعمال: نهم ټوک، ١٥٦ مخ)، (کنوزالحقايق: ٤٣ مخ)، (صواعق محرقه: ٧٣ مخ) او د بغداد تاريخ د دويم ټوک په ٣٧٧ مخ کې په دې مضمون روايتونه نقل کړي، چې موږ يوازې د خطيب بغدادي روايت نقل کړى دى، چې په خپل سند يې له جابر بن عبدالله روايت کړى، چې وايي: د حديبيه پر ورځ حال دا، رسول الله د علي لاس نيولى و، وويل: دا د عالم د نېکانو امير، د ناپاکانو قاتل دى او چاچې وسره مرسته وکړه؛ نو له الله تعالی سره يې مرسته کړې او که چا پرېښود؛ نو الله تعالی يې پرېښى دى او بيا يې خپل غږ لوړ کړ او پر لوړ غږ يې وويل: ((زه د علم ښار يم او علي يې ور دى؛ که څوک غواړي زما د علم ښار ته راننوځي؛ نو بايد له وره راننوځي.))

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢٢ مخ)، (حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٦٣ مخ) له حضرت انس بن مالک څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې د ړومبي مضمون يې داسې دى، چې رسول الله حضرت علي ته وويل: ته به تر ما روسته زما په امت کې د الله تعالی هغه احکام بيانوې، چې خلک پکې اختلاف کوي.))

د حضرت علي وړاندوينې

(مستدرک الصحيحين: دويم ټوک، ٣٥٨ مخ) په خپل سند له طاووس له پلاره روايتوي، چې وايي: حجربن قيس عدوي د حضرت علي بن ابيطالب له خدمتګارانو ځنې و، چې يوه ورځ علي وويل: حجره! ته به تر ما روسته ژوندى يې او ما ته کنځلو ته به دې اړ کړي؛ نو ته کنځلې وکړه؛ خو له ما بېزاري او کرکه مه کوه. طاووس وايي: د اميرالمؤمنين تر شهادت روسته مې حجر وليد، چې احمد بن ابراهيم نيولى دى، چې يا به علي ته کنځلې کوي او يا به وژل کېږي، چې حجر وويل: خلکو! ټول پوه شئ، چې امير احمد بن ابراهيم راته حکم کړى، چې علي ته کنځل وکړم؛ نو تاسې هم راسره هغه ته کنځل وکړئ، چې الله تعالی يې لعنت کړي او الله تعالی هم د خلکو زړه داسې ړوند کړى و، چې پوه نه شول چې مراد او مطلب يې څه و.

(ابن سعد؛ طبقات: پينځم ټوک، ٣٠ مخ) د مروان د حالاتو په باب يې راوړي، چې يوه ورځ ورته علي له مانا ډکه کتنه وکړه او و يې ويل: ډېر ژر به تر بوډا توب روسته د ضلالت بېرغ پورته کړي او د عمر په پاى کې به امارت ته ورسې، چې هغه ته امارت د سپي په څېر دى، چې د خپلې پوزې اوبه سټي، چې همداراز هم وشول. د ژوند چټل تاريخ ته يې مراجعه وکړئ.

(ابن حجر؛ اصابه: پينځم ټوک، درېیم ټوک، ٣٢٥ مخ) له جرير له مغيره روايتوي، چې وايي: حجاج بن يوسف په کميل پسې يو تن ولېږه او د هغه او د کورنۍ تنخواه يې بنده کړه، کميل، چې دا خبره واورېده، و يې ويل: ما خپل عمر کړى دى؛ نو څنګه ښه مې نه ايسي، چې د څو تنو ډوډۍ بنده کړم؛ نو په خپله حجاج ته راغى او حجاج وويل: زړه مې غواړي سخا درسره وکړم. کميل وويل: زما عمر مخ پر خلاصېدو دى؛ نو هر کار چې دې خوښه وي، و يې کړه، چې ما او تا به له الله تعالی سره يو بل ګورو او اميرالمؤمنين علي خبر کړى وم، چې ته مې وژونکى يې. حجاج وويل: هو ته په هغو خلکو کې وې، چې عمر يې وژلى و، ورمېږ ترې غوڅ کړئ او جلادانو يې هم ورمېږ پرې کړ.

(تهذيب التهذيب: اووم ټوک، ٣٥٨ مخ) د علي بن عبدالله بن عباس په حالاتو کې ليکي: علي بن عبدالله بن عباس، چې وزيږېد؛ نو پلار يې علي بن ابيطالب ته بوت، چې امام وپوښتل: نوم يې څه دى؟ ورته يې وويل: دانو کېداى شي، چې په نوم ايښوونه کې له تاسې مخکې شم؟ امام وويل: زما نوم پرې کېږده او هغه د پادشاهانو پلار دى او همداراز هم وشول؛ ځکه علي د ټولو عباسي خلفاوو پلار و.

(هيثمي؛ مجمع: شپږم ټوک، ٢٤١ مخ) له جندب روايتوي، چې وايي: چې کله خوارج له علي بېل او ورسره دښمنان شول؛ نو علي ورپسې ولاړ او موږ هم ورسره شوو، چې ورورسېدو؛ نو ما وليدل، چې په خوارجو کې ډېر داسې کسان ليدل کېدل، چې د عبادت په جامو کې وو او د ډېرو سجدو له امله يې پر تنديو ټاپې جوړې شوې وې؛ نو په زړه کې مې شک شو چې آيا کېداى شي له داسې لمونځ کوونکيو سره جګړه وکړو؛ نو خپل اس مې غاړې ته کړ، نېزه مې په خپل ځاى کې کېښووه او له اس راکوز شوم او زغره مې له بدنه وايسته او پر اس مې کېښووه، او اس مې له واګي ونيو او لمونځ مې پيل کړ او په لمونځ کې مې ويل: پالونکيه! که له دې قوم سره جګړه له تا لاروي وي؛ نواجازه يې راکړه او که ورسره جګړه له تا سرغړونه وي؛ نو د برائت چل راوښيه، چې همدا مهال علي د رسول الله پر کچره ناست راورسېد او چې راورسېد، و يې وويل: جندبه! بېشکه الله تعالی ته پناه يوسه. په علي پسې شوم، چې په يو ځاى کې يې لمونځ پيل کړ، چې دا مهال يو سپور راغى او و يې ويل: اميرالمؤمنينه! ورته يې وويل: څه وايې؟ اميرالمؤمنين وويل: که غواړئ له دې قوم سره وجنګېږئ؛ نو بېړه وکړئ، چې له نهره واوختل. امام وويل: نه له نهره نه دي اوختي او تېر به هم نشي، چې ټول ووژل شي او دا هغه ژمنه ده، چې رسول الله راسره کړې ده. ما وويل: الله اکبر! زه هم پاڅېدم او جنګي جامې مې واغوستې او په اميرالمؤمنين پسې شوم؛ همداراز روان و او ويل يې: جندبه! ورته مې وويل: بلې اميرالمؤمنينه! و يې ويل: زه به يو سړى ورولېږم، چې قرآن ورته ووايي او د الله تعالی کتاب او سنتو ته يې راوبلي؛ خو دا سړى به راستون نشي؛ خو چې د غشيو موخه يې شي. جندبه! پام دې وسه، چې له لښـکرو به يو يوازې لس تنه ژوندى پاتې شي.

 دا روايت طبراني هم راوړى دى

 (رياض النضره: دويم ټوک، ٢٢٢ مخ) له اصبع روايتوي، چې وايي: له علي کرم الله وجهه سره د حسين د قبر له ځايه تېرېدو، چې حضرت علي کرم الله وجهه وويل: دا يې د څارويو ځاى دى، دا هغه ځاى دى، چې خپلو بارونه به په کې ږدي، دا هغه ځاى دى، چې د آل محمد د ځوانانو وينه به تو یېږي او اسمان او ځمکه به ورته ژاړي.

 دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١١٥ مخ کې په لږ اختلاف راوړى او د ملا سيرة نه يې اخستى دى.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٨٥ مخ) په خپل سند له عبدالله بن نجار له پلاره روايتوي: له علي سره نينوا ته ورسېدو او هلته يو کس و، چې د اميرالمؤمنين د اوبو او لوټې دنده يې درلوده، وايي: همداچې له اميرالمؤمنين سره دې سيمې ته راورسېدو؛ نو پر لوړ غږ يې وويل: ابا عبدالله صبر وکړه، صبر وکړه ابا عبدالله، د فرات په څنګ کې يو. پوښتنه مې وکړه: څه خبره ده؟ و يې ويل: يوه ورځ رسول الله ته ورغلم او و مې ليدل، چې سترګې يې له اوښکو ډکې دي او ژاړي؛ نو زه يې، چې وليدم راته يې وويل: همدا اوس جبراييل دلته و او د حسين د برخليک په اړه يې راته وويل، چې د فرات په څنګ کې به وژل کېږي او بيا يې راته وويل: غواړې د خاورې بوى يې بوى کړې. ورته مې وويل: هو! بيا يې د هغه ځاى خاوره راکړه؛ نو له کله مې چې هغه خاوره ليدلې، د اوښکو مخنيوى نه شم کړاى.

دا روايت (ابن حجر؛ تهذيب التهذيب: دويم ټوک، ٣٤٧ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: اووم ټوک، ١٠٥ مخ) راوړى او متقي ابي شيبه، ابويعلي، سعيد بن منصور ته نسبت ورکړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٨٧ مخ کې راوړى او بزار او طبراني ته نسبت ورکړى او رجال يې ډاډمن ګڼلي دي.

(اسدالغابه: څلورم ټوک، ١٦٩ مخ) د حضرت غرفه ازذى د حالاتو په شرحه کې وايي: هغه د رسول الله له “اصحاب صفه وو” څخه و او هماغه و، چې رسول الله ورته دعا کړې وه: بارک الله فى صقفة يمينک؛ الله تعالی دې معامله برکتي کړه. بيا وايي: ابوصادق له هغه روايت کړى، چې وايي: د علي په اړه شکمن وم، چې له علي سره د فرات غاړې ته ورسېدو او له هغه ځايه، يې خپله لار کږه کړه او په يو ځاى کې ودرېد، چې موږ هم ودرېدو او په خپل لاس يې يو ځاى ته اشاره وکړه او و يې ويل: دا يې د بارونو ځاى دى، دا يې د څارويو ځاى دى او دا هغه ځاى دى، چې وينه به يې تو یېږي. پلار مې دې ترې ځار شي، چې په ځمکه او اسمانونو کې بې له خدايه بل يار نه لري. تردې چې شهيد شو او ورپسې حسين هم شهيد شو؛ نو ګنډه مې وتړله او هماغې ځاى ته ولاړم او و مې ليدل، چې هماغه ځاى و، چې علي ويلي ول او بيا مې له خدايه پر علي د شک په اړه مغفرت وغوښت او پوه شوم، علي چې څه کول، هرومرو د هغو ژمنو له مخې وو، چې رسول الله ورسره کړې وې.

(کنزالعمال: اووم ټوک، ١٠٦ ټوک) له شيبان بن محزم روايتوي، چې وايي: زه له علي سره وم، چې کربلا ته راورسېد، چې هلته يې وويل: په دې ځاى کې به داسې کسان شهيدان شي، چې بې د بدر له شهداوو هېڅ شهيد به يې په څېر نه وي.

 بيا متقي وايي: دا روايت طبراني هم راوړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٩٠ مخ کې راوړى دى.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٩١ مخ) له حضرت ابي خيرة روايتوي، چې وايي: له علي سره وو، چې له مدينې نه کوفې ته کډن شو؛ نو همدا چې ښار ته راغى، پر ممبر کېناست او د الله تعالی تر ستاينې روسته يې وويل: د کوفې خاوندانو! څنګه ياست، چې کله مو د پېغمبر ځوځات راشي؟ وويل: که داسې وشي؛ نو د الله تعالی په لار کې به ښه ازمېينه ورکړو. و يې ويل: پر الله تعالی قسم، چې هرومرو به راشي او تاسې به ورشئ او و به يې وژنئ او بيا يې دا بيت ووايه:

هم اوردوه بالغروه و غردوا     اجيبوا دعاء لا نجاة ولا عذرا

 يعنې په دروغو به يې خپلې سيمې ته راولي او هغوى چې د دوى بلنه ومنله؛ نو راګېر شول؛ هغه ګېرېدل، چې د خلاصون لار يې نه وه او هېڅ عذر يې و نه منه.

يمن ته د حضرت علي کرم الله وجهه مسافرت

(صحيح ابن ماجه: باب قضاء: ١٦٨ مخ)، (صحيح ابوداود: د اقضيه کتاب: باب کيف القضا)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣٥ مخ او څلورم ټوک: ٨٨ مخ)، (خصايص نسائي: ١١ مخ له اوو لارو)، (احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٨٣، ٨٨، ١١١، ١٣٦، ١٤٩، ١٥٦ مخونه له دوو لارو)، (ابوداود طيالسي؛ مسند: لومړى ټوک، ١٦، ١٩ مخونه)، (بيهقي؛ سنن: لسم ټوک، ٨٦ مخ له دوو لارو)، (ابونعيم؛ حلية: څلورم ټوک، ٣٨١ مخ)، (خطيب بغدادي: د بغداد تاريخ: دولسم ټوک، ٤٤٣مخ)، (ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، دويم قسم، ١٠٠ مخ له دوو لارو او ١٠٠ مخ کې له يوې لارې)، (ابن اثير؛ اسدالغابه: څلورم ټوک، ٢٢ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٨ مخ) او په همدې مخ کې د هغه د وينا له مخې بيهقي په شعب الايمان او په ٣٩٥ مخ کې له ابن جرير او ٣٩٤ مخ کې له ابن سعد له ابي شيبه او بيهقي او په دلائل او ٣٩٥ مخ کې له عدني، مروزي، ابويعلي، دورقي، سعيد بن منصور، ابن جرير او په ٣٩٥ مخ کې بيا عدني، ابويعلي، ابن جرير، ابن حبان او بيهقي، (رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٨ مخ) او د هغه د وينا له مخې اسماعيلي او حاکمي ټولو له ابي البختري روايت کړى، چې وايي: علي وويل: رسول الله يمن ته ولېږلم، چې ورته مې وويل: رسول الله! ځوان يم او د ورمندون-قضا په فن هم نه پوهېږم؛ نو څنګه به په هغو خلکو کې حکم او ورمندون وکړم؟ رسول الله زما په سينه لاس کېښود او و يې ويل: خدايه! زړه ته يې لارښوونه او ژبه يې غښتلې کړې او له هغه مهاله تر اوسه لا د دوو کسو تر منځ په ورمندون کې شک نه دى کړى.

(ذخاير العقبى: ١٠٩ مخ) له براء بن عازب روايتوي، چې وايي: رسول الله حضرت خالد بن وليد يمن ته ولېږه، چې د هغه ځاى خلک اسلام ته راوبلي او زه هم له هغو کسانو ځنې وم، چې له خالدبن وليد سره وم؛ خالد شپږ مياشتې په يمن کې تېرې کړې؛ خو چا ورسره و نه منله؛ نو بيا رسول الله علي ددې کار لپاره ولېږه او حکم يې وکړ، چې خالد او ورسره ټول کسان که غواړي؛ نو راستانه دې شي او که غواړي؛ نو پاتې دې شي او زه له هغو کسانو ځنې وم، چې له علي سره پاتې شوم؛ نو همداچې يمن ته ورنږدې شو؛ نو زموږ د راتګ خبره د هغه ځاى خلکو ته ورسېده؛ نو ټول له موږ راټول شول او روسته تر دې چې علي د سهار لمونځ وکړ؛ نو موږ ټول په يوه ليکه کې ودرېدو او بيا علي راغى او د ليکې په مخ کې ودرېد او د الله تعالی تر ستاينې روسته يې د رسول الله رالېږلى ليک ولوست، چې د همذان ټبر په يوه ورځ کې ټول مسلمان شو. علي، رسول الله ته د کار ګزارش ولېږه او چې رسول الله ته د علي ليک ولوستل شو؛ سجده يې وکړه، و يې ويل: سلام دې پر همذان وي سلام دې پر همذان وي.

محب طبري وايي: دا روايت ابوعمرو هم راوړى او البته عسقلاني هم د فتح الباري د نهم ټوک په ١٢٨ مخ کې راوړى او اسماعيلي ته يې نسبت ورکړى دى.

علي کرم الله وجهه تر ټولو اصحابو کرامو پر قضا ښه پوهېده

(صحيح بخاري د تفسير په کتاب کې د (ما ننسخ من آية) تر آيت لاندې له سعيد بن جبير له حضرت ابن عباس، (حاکم؛ مستدرک: درېیم ټوک، ٣٠٥ مخ)، (احمد بن حنبل؛ مسند: پينځم ټوک، ١١٣ مخ)، (ابونعيم؛ حلية: لومړى ټوک، ٦٥ مخ)، سيوطي په در المنثور کې تر پورتني آيت لاندې او د هغه د وينا له مخې نسائي او ابن الانباري (په مصاحف کې) بيهقي (په دلائل) کې روايتوي، چې حضرت بن خطاب وويل: په موږ کې علي تر ټولو ښه پر قضا او د قضاوت پر فن پوهېږي.

(صحيح ابن ماجه؛ باب فضايل اصحاب الرسول: ١٤ مخ)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣٥ مخ) له علقمه له عبدالله بن مسعود، (ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، دويم قسم، ١٠٢ مخ)، (ابن اثير؛ اسدالغابه: څلورم ټوک، ٢٢ مخ)، (ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٤٦١، ٤٦٢ مخونه)، (ابن حجر؛ صواعق: ٧٦ مخ)، (شبلنجي؛ نورالابصار: ٧٣ مخ) او د هغه د وينا له مخې ابن حجر او ابن عساکر له ابن مسعود او عسقلاني په فتح الباري (نهم ټوک، ٢٣٤ مخ) په دې اړه روايتونه راوړي، چې رسول الله _ او په ځينو نورو کې _ ((اصحاب يوه خوله دي چې: علي تر هغوى ټولو په قضاوت ښه پوهېده.))

(سنن بيهقي: لسم ټوک، ٢٦٩ مخ) په خپل سند له رقبه روايتوي، چې يزيد بن ابي مسلم د حجاج بن يوسف له ځايه بهر ووت او و يې ويل: امير نن څه هېښنده ورمندون وکړ. شعبي وپوښتل: د څه قضاوت؟ کيسه يې ورته وکړه، شعبي وويل: دا ورمندون يې له يو صحابي اخستى، چې د بدر په جګړه کې يې هم ګډون درلود. يزيد وپوښتل: مطلب دې څوک دى؟ و يې ويل: نه يې وايم. و يې ويل: څوک دى؟ راته يې ووايه! له الله تعالی سره ژمنه کوم، چې حجاج ته به و نه وايم. شعبي وويل: علي بن ابيطالب دى. يزيد د خپلې ژمنې پر خلاف ولاړ او حجاج ته يې وويل. حجاج وويل: پر ځان ووېرېږه! شعبي رښتيا وايي، دا قضاوت ما له علي بن ابيطالب زده کړى و؛ البته له څو لارو او که موږ يې کورنۍ او ځوځات وژنو؛ نو له قضاوته خو يې غچ نه اخلو؛ ځکه پوهېږم، چې علي د رسول الله تر ټولو اصحابو په قضاوت ښه پوهېده.

(حليةالاولياء: لومړى ټوک، ٦٥ مخ) په خپل سند حضرت له معاذ بن جبل روايتوي، چې وايي: رسول الله وويل: علي زه درسره يو لورى يم، چې د نبوت په مسله کې تر ما روسته بل پېغمبر نشته او ته به له خلکو سره په اوو ځانګړنو کې يو لورى يې، چې يو قريش هم نشي کړاى په دې ځانګړونو کې دې انډول شي؛ ١_په ايمان راوړو کې تر ټولو ړومبى يې. ٢_ د نورو په پرتله له الله تعالی سره پر کړې ژمنه ټينګ ولاړ يې. ٣_ د الله تعالی په امر کې دې پښه نه ښو یېږي. ٤_د ټولو په پرتله مساوات ښه رعايتوې. ٥_ پر ولس تر ټولو عادل يې. ٦_په قضا کې دې ليدانه- بصيرت تر ټولو ډېر دى. ٧_د الله تعالی په نزد تر ټولو لوړ مقام لرې.

دا روايت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٩٨ مخ کې راوړى دى.

(حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٩٦ مخ)، (هيثمي؛ مجمع الزوائد: نهم ټوک، ١٦٥مخ) او د هغه د وينا له مخې په کبير او اوسط کې او همداراز، (رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٨ مخ)، (ذخائر العقبى: ٨٣ مخ) له حضرت عمر بن خطاب او مرقاة المفاتيح (پينځم ټوک: ٥٨٢ مخ) له معمر له قتادة په دې اړه روايتونه راوړي دي.

(صحيح نسائي: دويم ټوک، ١٠٨ مخ) په خپل سند له حضرت زيد بن ارقم روايتوي، چې وايي: له رسول الله سره وم او هغه مهال علي په يمن کې و؛ نو يو سړي رسول الله ته وويل: رسول الله! په يمن کې وو، چې درې کسان علي ته راغلل او درې واڼو ادعا کوله، چې دا ماشوم زما دى، چې دې ښځې زيږولې. علي يوه ته يې وويل: شونې ده، چې ماشوم دې بل سړي ته ورکړې؟ سړي وويل: نه! دويمي او درېیمي ته يې هم دا وړانديز وکړ؛ خو يو هم و نه منله. علي وويل: تاسې څومره ناسازګاره شريکان ياست؛ په تاسې کې به پچه واچوم، چې د چا په نوم چې راوخته؛ نو درېیمه برخه به د يو او درېیمه برخه ديه به د بل وي. رسول الله دومره وخندل، چې غاښونه يې ښکاره شول.

دا روايت (ابوداود؛ صحيح: څوارلسم ټوک، ٢٢٢ مخ) له دوو لارو، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣٥، ١٣٦ مخونه) له بلې لارې او د څلورم ټوک په ٩٦ مخ کې له بلې لارې، (احمد بن حنبل؛ مسند: څلورم ټوک، ٣٧٣، ٣٧٤ مخونه) له دوو لارو، (ابوداود طيالسي؛ مسند: لومړى ټوک، ٢٦ مخ)، (بيهقي؛ سنن: لسم ټوک، ٢٦٦، ٢٦٧ مخونه له بلې لارې)، (طحاوي؛ مشکل الآثار: لومړى ټوک، ٣٢٠ مخ) له دوو لارو، (متقي؛ کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٨١ مخ) او رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٠ مخ کې هم نقل کړى دى.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٧٧ مخ) په دوو سندونو له حنش له علي بن ابيطالب روايتوي، چې وايي: رسول الله يمن ته ولېږلم، چې هلته د څو ټبرونو تر منځ ورمندون وکړم، چې کيسه يې داسې ده: يو څاه يې د زمري د ښکار لپاره ايستې وه او يو زمرى په څاه کې غورځېدلى و او ټول د تماشې لپاره له څاه راتاو وو، چې يو بل ټېله کول، چې شا ته شي، چې په خپله يې هم وګوري، چې يو يې څاه ته ورګوزار شو او چې څاه ته غورځېده؛ نو د دويمي جامو ته يې لاس ورواچو او دويمي درېیمي او درېیمي د څلورمي جامو ته لاس ورواچو، چې په پايله کې څلور واڼه څاه ته وروغورځېدل او څلور واڼه د زمري پنځو ته ورغلل، چې زمري څلور واړه وداړل، چې په پاى يو وکړاى شول زمرى ووژني او ټپيان له څاه راوباسي؛ خو تر څه مودې روسته څلور واڼه مړه شول، چې ددې څلور واڼو ټبرونو ترمنځ شخړه شوه، چې د ړومبي او همداراز د دويمي، درېیمي او څلورمي د وينې بيه به څوک ورکوي؛ نو شخړه دې ته راورسېده، چې ټول ټبرونه وسله وال شول، چې پر يو بل بريد وکړي. حنش وايي: علي ورمخکې شو او و یې ويل: تر اوسه لا رسول الله ژوندى دى او تاسې جګړې کوئ؟ زه به مو په منځ کې ورمندون وکړم؛ نو که زما پر قضاوت راضي شوئ؛ نو ښه تر ښه ګنې؛ نو رسول الله ته به مو بوځم، چې په منځ کې مو قضاوت وکړي او که په تاسې کې يو هم د رسول الله خبره و نه منله؛ نو هېڅ حق به نه لرئ. ولاړ شئ او له هغه ټبرونو، چې دا څاه يې ايستې؛ څلورمه، درېیمه، نيمه او پوره ديه راوړئ؛ يعنې له څلور واڼو ټبرونو دوه زره او درې اتيا ديناره طلا راوړئ او له دې ماله څلورمه ديه _ ٢٥٠ ديناره _ د ړومبي کس وارثانو ته ورکړئ؛ ځکه هغه د دويمي د وژل کېدو لامل شوى دى؛ نو خپله خونبها يې بايد کمه شي او درېیمه برخه ديه _؛ يعنې ٣٣٣ ديناره _ د دويمي وارثانو ته او نيمه ديه _٥٠٠ ديناره_د درېیمي وارثانو ته او ١٠٠٠ ديناره د څلورمي وارثانو ته ورکړئ؛ خو د ټبرونو خلک راضي نه شول. علي له څو کسانو مامورانو سره خلک رسول الله ته ولېږل، چې رسول الله په مسجدالحرام کې د مقام ابراهيم تر څنګ و؛ هغوى ورته خپله کيسه وکړه. رسول الله وويل: زه به په تاسې کې قضاوت وکړم. يو له هغوى وويل: علي بن ابيطالب په موږ کې يو قضاوت کړى او بيا يې د علي قضاوت شرح کړ، چې رسول الله هماغه قضاوت لاسليک کړ او و يې ويل: سم قضاوت يې کړى دى.

 دا روايت (احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٢٨، ١٥٢ مخونه)، (ابوداود طيالسي؛ مسند: لومړى ټوک، ١٨ مخ)، (بيهقي؛ سنن: اتم ټوک، ١١١ مخ)، (طحاوي؛ مشکل الآثار: درېیم ټوک، ٥٨ مخ) او (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٩ مخ) هم نقل کړى دى.

(استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٢ مخ) په خپل سند له زر بن حبيش روايتوي، چې وايي: دوه کسانو سره خواړه خوړل، چې يو د پينځو ډوډيو او بل د درې ډوډيو خاوند و، چې دا مهال يو سړى راغى، سلام يې واچاوه او د خوړو ست ورته وشو او راغلى سړى خوړو ته کېناست او درې واڼو اته ډوډۍ وخوړې، راغلي سړي اته درهمه کېښوول او ولاړ. د ډوډيو د خاوندانو سره شخړه شوه او د پينځو ډوډيو خاوند وويل: پينځه درهمه زما چې ډوډۍ مې پينځه او درې ستا؛ خو هغه بل راضي نه شو او و یې ويل: بايد مساوي يې سره وويشو. شخړه يې د هواري لپاره علي بن ابيطالب ته وړاندې کړه او خپله يې کيسه يې ورته وکړه. حضرت علي د درې ډوډيو خاوند ته وويل: ملګري دې بې انصافي نه ده کړې؛ نو ته يې پر ويش راضي شه؛ ځکه ډوډۍ يې له تا ډېره وه. و يې ويل: نه!پر الله تعالی قسم، چې په مرحق پرته به پر څه راضي نشم. حضرت علي وويل: په مرحق کې تا ته له يوه درهم زيات نه رسي او اووه درهم ستا د ملګري دي. سړي وويل: سبحان الله اميرالمؤمنين! په خپله د درې درهمو وړانديز کوې او زه پرې نه راضي کېږم او تاسې وياست، چې په مرحق کې مې يو درهم حق دى؟ حضرت علي وويل: ملګري دې د سولې لپاره وړانديزکړى او تا ته حلال وو؛ خو ته له مرحق پرته پر څه راضي نه شوې، چې په مرحق کې هم ستا برخه يو درهم دى. سړي وويل: ددې خبرې دليل راته ووايه، چې قانع شم. حضرت علي وويل: مګر داسې نه ده، چې اته ډوډۍ څلرويشت ثلثه (درېیمه برخه) ډوډۍ ده؟ چې په تاسې کې هر يوه له دې څلرويشت ثلثو اته ثلثه وخوړې او ددې احتمال، چې يو به ډېره او بل به لږه خوړلې وي؛ نو له دې احتماله يوازې الله تعالی خبر دى؛ نو په تاسې کې هر يو بايد اته ثلثه په غاړه واخلئ. و یې ويل: سمه ده. حضرت علي وويل: تا خپل اته ثلثه خوړلي او ددې لپاره، چې ستا ډوډۍ درې ټيلکي وه؛ يعنې نهه ثلثه وو او يو ثلث له درې ټيکلو دې په خپله نه ده خوړلې او هغه سړي خوړلې؛ لکه څنګه چې ملګري دې پينځه ټيکلي ډوډۍ؛ يعنې پنځلس ثلثه درلودې او اته ثلثه يې هم په خپله خوړلې او اوه ثلثه هم راغلي سړي؛ نو د يو ثلث پر وړاندې يو درهم برخه لري او ملګرى دې د اوو ثلثو پر وړاندې اوه درهمه برخه لري. سړي وويل: اوس راضي شوم.

دا روايت (متقي؛ کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٨٠ مخ)، (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٩ مخ) او د هغه د وينا له مخې قلعي او همداراز ابن حجر د صواعق په ٧٧ مخ کې راوړى دى.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: پينځم ټوک، ٥٨ مخ) په خپل سند له معاوية بن قرة له يو انصاري، (کنزالعمال: درېیم ټوک، ٥٣ مخ) د علي د هغه قضاوت په اړه روايت نقل کړى، چې يو سړي د احرام په حال کې د شترمرغ هګۍ ماته کړې وه.

(صواعق محرقه: ٧٣ مخ) روايتوي، چې رسول الله له اصحابو سره ناست و، چې دوه شخړه کوونکي راننووتل، چې يو يې وويل: رسول الله! ما يو خر درلود، چې ددې سړي غوا وواژه. په غونډه کې په ناستو کسانو کې يو د رسول الله تر ځواب مخکې وويل: څارويان ضمانت نه لري. رسول الله وويل: علي په دې دوو کسانو کې قضاوت وکړه. علي پوښتنه وکړه: آيا دواړه څاروي تړلي ول، که خلاص وو او يا يو يې تړلى او بل يې خلاص و؟ هغو دوو کسانو وويل: خر تړلى و؛ خو غوا خلاصه وه او د غوا خاوند له خپلې غوا سره و. حضرت علي وويل: د غوا خاوند د خر ضامن دى. رسول الله دا حکم تاييد کړ.

(شبلنجي؛ نورالابصار: ٧١ مخ) يوه کيسه نقل کړې ده: يو سړي له “نرښځي” سره(، چې هم يې د ښځې او هم يې دسړي عورت درلود،) واده وکړ او په مهر کې يې يوه وينځه ورکړه او چې ورسره يې کوروالى وکړ؛ نو د نر ښځي پر ګېډه ماشوم شو او زوى ترې وشو او په خپله هغه نرښځي له خپلې وينځې سره کوروالى وکړ، چې مهر يې و او هغه وينځه هم دوه ځانې-حامله شوه او زوى يې وشو. ددې سړي او نرښځي خبره ډنډوره شوه او علي بن ابيطالب هم خبر شو. حضرت علي د نرښځي له حاله خبر شو، چې هم حيض کېږي، هم وطى کوي او هم وطى کېږي؛ لنډه دا چې له دوو اړخو يې مني راوزي، حامله کېږي او حامله کول هم کوي. ټول خلک يې له خلقته حيران وو او څوک نه و، چې د هغه او مېړه په منځ کې يې قضاوت کړى واى. حضرت علي وويل: هغه دوه هلکان راوړئ؛ نو حکم يې ورکړ: ولاړ شئ او د نرښځي د سينې ښۍ او کيڼې پښتۍ وشمېرئ؛ نو که د ښي لور او چپ لور پښتۍ يې سره برابرې وې؛ نو ښځه ده او که د کيڼ لور يوه پښتۍ يې له ښي کمه وه؛ نو سړى دى، دوه هلکان ولاړل او د حضرت حکم يې پلي کړ او خبر يې راوړ، چې د کيڼ لور پښتۍ يې له ښي اړخه کمې دي او پردې مانا يې شهادت ورکړ او حضرت علي حکم وکړ، چې دا نرښځى سړى دى او له مېړه يې بېل کړ.

د حضرت ابوبکر (رض) ستر سلاکار

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٢٤ مخ) له ابن سمان روايتوي، چې وايي: د رسول الله تر مړينې روسته ځينې مرتد شول او د زکات له ورکولو يې سرغړونه وکړه، حضرت ابوبکر له اصحابو سره سلا مشوره وکړه؛ هر چا يوه خبره وکړه، چې علي ته يې وويل: ابالحسنه! ته پکې څه وايې؟ علي وويل: که څه ترې رسول الله اخستل او تا ورته پرېښوول؛ نو د هغه له سنتو سره دې مخالفت کړى دى. ابوبکر وويل: ته چې وايې؛ نو ورسره به وجنګېږم که ان د يو پړي لپاره هم وي.

(کنزالعمال: درېیم ټوک، ٣٠١ مخ) او (رياض النضره: درېیم ټوک، ٩٩ مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې راغلي، چې عبدالله بن عمر وويل: څو تنه يهود حضرت ابوبکر ته راغلل او ورته يې وويل: د ملګري کيسه دې وکړه، چې څنګه سړى و. ابوبکر په ځواب کې وويل: ددې دوو ګوتو په څېر يو ځاى زه ورسره په غار کې وم او ورسره د حرا غار ته ولاړم حال دا، زما وړه ګوته يې په لاس کې وه؛ خو رښتيا خبره داده، چې حديث نقلول ترې سخت دي؛ نو تاسې ابي الحسن علي بن ابيطالب ته ورشئ؛ نو علي ته ورغلل او هغه ته يې وويل: د تره زوى دې څنګه سړى و؟ حضرت علي وويل: نه اوږد و او نه لنډ و او له تنې لږ اوږد و؛ سپين سور بخن مخ يې درلود؛ ويښتان يې غونج او ډېر اوږده نه ول او د غوږ تر نرمۍ رارسېدل؛ تندى يې لوى او سترګې يې تورې او غټې وې، له سينې تر نامه يې پر سينه نرۍ کرښه ويښتان وو او د بدن پر بل ځاى يې ويښتان نه درلودل، غاښونه يې ځلېدل، پوزه يې لوړه او د پوزې سوري يې واړه وو او ورمېږ يې د نقرې د لوښي په څېر ځلېده، پښې او لاسونه يې غوښين او غټ وو او پر لار به چې تله ته وا له پورته راکوزېږي او چاته يا چېرې يې چې کتل؛ نو ټول بدن او مخ يې وراړوه؛ له ځايه به چې پاڅېد؛ نو خلک به يې بېسده کړل او چې به ناست؛ نو ټول به يې تر دبدبې لاندې وو او خبرې به يې چې کولې؛ نو ساه ګانې به بندې شوې او چې وينا به يې کوله؛ نو ټول به ورته پر ژړا وو، پر خلکو تر ټولو مهربانه و، د پلار مړيو مهربانه پلار او د بېوزليو ډاډمن ملاتړ و؛ تر ټولو مېړنى، سخي او ښکلى و، خواړه يې روټه، ښوروا يې شيدې، بالښت يې د کجورو له پاڼو، تخت يې د ام غيلان له لرګي و، چې په منځ کې يې د کجورې پاڼې وې؛ دوه پګړۍ يې درلودې، چې د يوې نوم يې سحاب او د بلې عقاب و، بيرغ يې غراء، اوښ يې غضباء، کچره يې دلدل، خر يې يغفور، اس يې مرتجز، ګډ يې برکت، کوړه يې ممشوش او لښکر يې لواء محمد نومېده. په خپله به يې د اس په پښو کې نعلونه لګول، واښه او اوبه به يې ورکولې. خپلې جامې يې په خپله پېوندلې او پڼې يې په خپله ګنډلې.

د حضرت عمر (رض) ستر سلا کار

(صحيح ابي داود: اته ويشتم ټوک، باب سرقت ديوانګان: ١٤٧ مخ) په خپل سند له ظبيان له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: يوه لېونۍ ښځه يې حضرت عمر ته راوسته، چې زنا يې کړې وه، چې له اصحابو سره تر سلا مشورې روسته پايله د سنګسار حکم شو او حکم پلي کولو ته يې، چې وړه؛ نو حضرت علي راغى، و يې پوښتل: دې ښځې څه کړي؟وويل شول: دا ښځه لېونۍ، د پلاني ټبر ده او زنا يې کړې او حضرت عمر يې د سنګسار حکم کړى دى. حضرت علي وويل: هغه بېرته بوځئ او عمر ته يې وويل: عمره؛ مګر خبر نه يې چې پر دې خلکو تکليف نشته؟١_ لېونى، چې ښه شي. ٢_ويده، چې ويښ شي. ٣_ماشوم، چې بالغ شي. حضرت عمر وويل: هو! علي: نو ولې يې سنګساروې؟ علي ښځه پرېښووه او عمر څو ځل تکبير ووايه.

دا روايت بخاري په خپل صحيح، (احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٤٠، ١٥٤ مخونه) ، (دارقطني؛ د حدود کتاب: ٣٤٦ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: درېیم ټوک، ٩٥ مخ) او د هغه د وينا له مخې عبدالرزاق و همداراز مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ او عسقلاني او فتح الباري په بېلابېلو عبارتونو راوړى دى او په ځينو کې يې راغلي: حضرت عمر وويل: که علي نه و؛ نو عمر به هلاک شوى و. او فتح الباري وايي: بې له نوموړيو د حديث نورو امامانو هم دا روايت نقل کړى دى.

(امام انس بن مالک؛ موطاء: د الاشربه کتاب: ١٨٦ مخ) په خپل سند له ثور بن زيد ديلمي روايتوي، چې حضرت عمر بن خطاب د خلکو د شراب څښکلو په اړه مشوره وکړه، چې علي بن ابيطالب وويل: زما فتوا داده، چې بايد اتيا کوړې وخوري؛ ځکه چې شراب وڅښي؛ نو مست شي؛ نو چې مست شي؛ نو چټيات وايي او چې چټيات يې وويل؛ نو تورونه لګوي. حضرت عمر ورسره ومنله او تر هغه روسته به يې شرابخواران اتيا کوړې وهل.

دا روايت (شافعي؛ مسند: د الاشربه کتاب: ١٦٦ مخ)، (حاکم؛ مستدرک: څلورم ټوک، ٣٧٥ مخ)، (سيوطي؛ درالمنثور: د مايده د سورت د انما الخمر و الميسر ترآيت لاندې) او د هغه د وينا له مخې ابو الشيخ، ابن مردويه، حاکم، دارقطني د خپل سنن د حدود د کتاب په ٣٤٦ مخ کې او متقي د کنزالعمل د درېیم ټوک په ١٠١ مخ کې راوړى دى.

(مستدرک الصحيحين: څلورم ټوک، ٣٧٥ مخ) په خپل سند له وبره کلبي روايتوي، چې وايي: خالد بن وليد د خپل ماموريت له ځايه حضرت عمر ته راولېږلم او مدينې ته، چې راغلم؛ نو حضرت عمر په جومات کې له عثمان بن عفان، علي، عبدالرحمان بن عوف، طلحة او زبېر (رضى الله عنهم) سره و. ورته مې وويل: خالد بن وليد درباندې تر سلام روسته وايي: خلکو شرابو ته مخه کړې او له هېڅ هم نه وېرېږي. حضرت عمر وويل: دا د رسول الله اصحاب دي؛ نو له دوى وپوښته، چې څه وايي؟ علي وويل: د شرابخور حد اتيا کوړې دى. خپل ملګري ته دې ووايه، چې شرابخور پر اتيا کوړو ووهي.

دا روايت طحاوي هم د شرح الاثار د دويم ټوک په ٨٨ مخ کې له دوو لارو راوړى او مخکې يې ويلي: حضرت ابوبکر ژوندى و؛ نو د شرابخور حد يې څلوېښت کوړې و او حضرت عمر هم تر هغه ورځې پورې څلوېښت کوړې واهه.

 او همداراز دارقطني هم د سنن د حدود د کتاب په ٣٤٦ مخ کې، بخاري د پينځلسم ټوک په ٧٣ مخ کې راوړى او طبراني، طحاوي، بيهقي ته يې د حضرت اسامه بن زيد له لارې نسبت ورکړى او په ٧٤ مخ کې يې عبدالرزاق له معمر بن ايوب له عکرمة ته نسبت ورکړى دى.

(مستدرک الصحيحين: لومړى ټوک، ٤٠٠ مخ) او د لومړي ټوک په ٤٥٧ مخ کې حضرت علي ته د حضرت عمر د مراجعاتو دوه کيسې راوړي، چې د دويمې لنډيز داسې دى: حضرت ابوسعيد خدري وايي: يو کال له حضرت عمر سره حج ته تللى وم، طواف يې، چې کاوه؛ نود حجر الاسود مخ ته ودرېد او و يې ويل: خبر يم چې ته هېڅ ګټه او تاوان نه لرې او که رسول الله نه وې ښکل کړى؛ نو ما به هم نه وې ښکل کړى. حضرت علي هم هلته و، چې و يې ويل: عمره داسې هم نه ده، چې ګومان کوې، دا تيږه له نورو تيږو سره توپير لري او دا تيږه ګټه او تاوان لري؛ ځکه ما د الله تعالی له استازي واورېدل، چې و يې ويل: د قيامت پر ورځ به دا تيږه راوړي او پرېکنده به د هغوى په ګټه شهادت ورکړي، چې موحد وي او دا تيږه يې استلام کړې وي. حضرت عمر وويل: پناه غواړم له خدايه، چې په داسې خلکو کې ژوند وکړم، چې ابالحسن پکې نه وي.

دا روايت (کنزالعمال: درېیم ټوک، ٣٥ مخ) هم نقل کړى او د هندي د کتاب فضايل مکه او مطولات په کتاب کې يې ابوالحسن قطان ته نسبت ورکړى، حاکم هم په مستدرک، عبدالرزاق په جامع، سيوطي د انعام د سورت د (و اذا اخذ ربک من بنى آدم من ظهورهم ذريتهم) تر آيت لاندې نقل کړى او بيهقي ته يې په شعب الايمان کې نسبت ورکړى، فخر رازي د (و التين و الزيتون و طور سنين و هذا البلد الامين) تر آيت لاندې نقل کړى، چې په روستي کې يې راغلي، چې حضرت عمر وويل: ابالحسنه ژوندى دې نه يم په هغه قوم کې، چې ته پکې نه يې.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٤ مخ) په خپل سندله حضرت سعيد بن مسيب روايتوي، چې وايي: حضرت عمر خلک راټول کړل، چې د تارخ د مبداء په اړه ورسره سلا مشوره وکړي. حضرت علي وويل: له مکې څخه مدينې ته د رسول الله هجرت د تاريخ مبداء کړئ؛ ځکه دا هغه ورځ ده، چې رسول الله د شرک سيمه پرېښووه. حضرت عمر يې پرنظر عمل وکړ.

دا روايت (ابن جرير؛ تاريخ: دويم ټوک، ١١٢ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: پينځم ټوک، ٢٤٤ مخ) کې هم راوړى او متقي بيا وايي: حضرت عمر د خلافت له دوه نيم کالو تېرېدو روسته تاريخ تاسيس کړ.

(سنن بيهقي؛ شپږم ټوک، ١٢٣ مخ او همداراز: اووم ټوک: ٣٤٣ مخ) حضرت علي ته د حضرت عمر د مراجعاتو په اړه دوه روايتونه نقل کړي، چې په دويم کې يې راغلي: يو سړى حضرت عمر ته راغى او ورته يې وويل: ما خپلې مېرمن ته وويل: واګې دې خپلې دي _البته دا يو کنايي تعبير دى او واقعي مانا يې مطلب نه ده _ آيا دا تعبير طلاق دى که نه؟ حضرت عمر وويل: د حج په موسم کې راشه. نو چې د حج په موسم کې راغى او کيسه يې بيا ورته وکړه؛ حضرت عمر وويل: هغه اصلع _ هغه چې پر تندي ويښتان نه لري _ سړى وينې؟ ورشه او و یې پوښته، چې ورغى، هغه علي بن ابيطالب و؛ نو و يې پوښتل: چا رالېږلى يې؟ ورته يې وويل: عمر بن خطاب. علي وويل: پر دې کور قسم وخوره، چې پر هغه دې له هغې خبرې مراد د ښځې طلاق نه و. سړى مخ په قبله ودرېد او و يې ويل: سړي قسم وخوړ، چې له طلاق پرته مې بل مطلب نه درلود. علي وويل: ښځه دې طلاقه ده.

(سننن بيهقي؛ اووم ټوک، ٤٤٢ مخ له شعبي له عمر)، (رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٦ مخ له مسروق له عمر)، (سنن بيهقي: اووم ټوک، ٤٤٢ مخ په خپل سند له ابي الاسود دوئلي) په دې اړه راوايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې راغلي: يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوړه، چې شپږمياشتنى ماشوم يې زيږولى و؛ نو حضرت عمر حکم وکړ، چې سنګسار يې کړئ. حضرت علي خبر شو، و يې ويل: نه! دا حکم غلط دى، سنګسار دې نشي، حضرت عمر، چې واورېدل، علي يې حکم رد کړى؛ و يې پوښته: څنګه کېداى شي د ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وشي. علي وويل: د قرآن له دې دوو آيتونو جوتېږي، چې د حمل تر ټولو لږه موده شپږ مياشتې دي: (حمله و فصاله ثلاثون شهراً) او بل (والوالدات يرضعن اولادهن حولين کاملين لمن ارادان يتم الرضاعة) آيتونه دي؛ ځکه ړومبي آيت د حمل او شيدو ورکولو موده دېرش مياشتې ښوولي او دويمي ايت ويلي: که د مور خوښه وي؛ نو څلرويشت مياشتې شيدې ورکولاى شي؛ نو پردې بنسټ د حمل لږ تر لږه موده شپږ مياشتې ده. عمر چې دا واورېدل؛ نو ښځه يې پرېښووه او و يې ويل: ((لو لا على لهلک عمر؛ يعنې که علي نه و؛ نو عمر به هلاک شوى و)

دا روايت پر بيهقي سربېره (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٤ مخ) او د هغه د وينا له مخې عقيلي او ابن اسمان، (متقي؛ کنزالعمال: درېیم ټوک، ٩٦ مخ) او د هغه د وينا له مخې عبدالرزاق، عبد بن حميد، ابن منذر، ابن ابي حاتم او همداراز (کنزالعمال: درېیم ټوک، ٢٢٨ مخ) او په ٢٢٨ مخ کې يې له قتادة له ابي حرب بن اسود دوئلي له پلاره هم نقل کړى دى او په روستي کې راغلي: د ښځې خور علي ته راغله او ورته يې وويل: عمر غواړي خور مې سنګسار کړي؛ نو پر الله تعالی مو قسم، که څه چاره وي، چې خور مې پرې خلاصه کړم. علي وويل: خور دې معذوره ده. هغې ښځې داسې پر لوړ غږ تکبير ووايه، چې په شاوخوا کې ټولو او ان حضرت عمر هم واورېد. ښځه حضرت عمر ته ورنږدې شوه او ورته يې وويل: علي وايي: خور دې معذوره ده. عمر هم په علي پسې څوک ولېږه، چې عذر يې څه دى. علي وويل: الله تعالی په قرآن کې وايي. . . . .

 او همداراز دا روايت (عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٤٦١ مخ) نقل کړى، چې په پاى کې يې حضرت عمر ويلي: که علي نه و؛ نو عمر به هلاک و.

(ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، دويم قسم، ١٠٢ مخ) په خپل سند له سعيد بن مسيب روايتوي، چې يوه ورځ حضرت عمر بن خطاب اصحابو ته راغى او ورته يې وويل: ما ته په يو کار کې لارښوونه وکړئ، چې کړى مې دى او فتوا مو راکړئ. پوښتنه وشوه: اميرالمؤمنينه! څه کار مو کړى دى؟ و يې ويل: سره له دې، چې روژه وم؛ له خپلې وينځې سره مې کوروالى وکړ. ټول چوپ شول. حضرت عمر وويل: يابن ابيطالب! ته په کې څه وايې؟ ورته يې وويل: حلال کار دې کړى؛ يوه ورځ له يوې ورځې سره؛ يعنې نن دې روژه باطله او پر ځاى يې بله ونيسه. حضرت عمر وويل: ستا فتوا تر ټولو غوره ده.

(ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، لومړى قسم، ٢٢١ مخ) په خپل سند له له ابي امامة بن سهل ابن حنيف روايتوي، چې وايي: روسته تر دې، چې حضرت عمر د خلافت پر کرسۍ کېناست؛ نو د څه مودې لپاره يې له بيت الماله ګټه نه اخسته او ددې لپاره ما ورسره ځانګړى چلن درلود؛ نو يو څوک يې د رسول الله په اصحابو پسې ولېږه، چې راټول يې کړل او د هغوى پر نظر يې هم ځان پوه کړ، چې حضرت عثمان وويل: څومره چې دې خوښه وي، وخوره او څومره، چې دې خوښه وي، و يې بښه. حضرت سعيد بن زيد بن عمرو بن عقيل هم همدا نظر ورکړ. حضرت عمر وويل: علي! ته څه وايې؟ ورته يې وويل: ته يوه سهارنۍ او يو ماښامنى له بېت الماله ګټه اخستى شې. حضرت عمر د علي خبره پلي کړه.

(ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، دويم قسم، ١٠٢ مخ) په خپل سند له سعيد بن مسيب روايتوي، چې وايي: حضرت عمر به تل ويل: پناه غواړم له خدايه له هغې ستونزې، چې ابوالحسن علي مې تر څنګ نه وي.

دا روايت (اسدالغابه: څلورم ټوک، ٢٢ مخ)، (ابن حجر؛ اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ٢٧٠ مخ)، (ابن حجر؛ تهذيب التهذيب: اووم ټوک، ٣٢٧ مخ)، (ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٤٦١ مخ) او (متقي؛ کنزالعمال: پينځم ټوک، ٢٤١ مخ) هم نقل کړى دى.

(شرح معاني لاثار: دويم ټوک، د حدود کتاب، ٨٨ مخ) په خپل سند له ابي عبدالرحمن سلمي له علي روايتوي، چې د شام ځينو خلکو شراب وڅښکل او هغه مهال يې والي د معاويه بن ابوسفيان رور يزيد بن ابوسفيان و؛ نو چې يې ونيول، و يې ويل: شراب حلال دي او د (ليس على الذين آمنوا و عملوا الصالحات جناح فيما طعموا) پر آيت يې استدلال وکړ. يزيد دا خبره عمر ته وليکله. عمر ورته په ځواب کې وليکل: چې دې څو کسانو ټول چاپېريال نه وي لړلى؛ نو ژر تر ژره يې مدينې ته راولېږه، مدينې ته يې، چې راوستل؛ نو په اړه يې حضرت عمر له نورو اصحابو سره سلا مشوره وکړه. ټولو وويل: اميرالمؤمنينه! ددې لپاره چې پر الله تعالی يې دروغ تړلي او په دين کې يې تشريع کړې؛ نو له ټولو ورمېږونه غوڅ کړه. په دې ټولو خبرو کې علي چوپ و. حضرت عمر وويل: علي ستا نظر څه دى؟ و يې ويل: زمانظر دادى، چې پر دوى توبه وباسې؛ نو که توبه يې وکړه؛ نو هر يو اتيا کوړې ووهه؛ ځکه مسلمانان شوي او پخوا يې په خپله مسلمانۍ کې شراب خوړلي او که توبه يې ونه کړه _ که همداسې يې پر خپل ارتداد ټينګاره کاوه _نو ورمېږونه ترې غوڅ کړه؛ ځکه مرتد دي، پر الله تعالی يې دروغ تړلي او بې له دې، چې د الله تعالی له کتابه څه راوړي، په دين کې يې تشريع کړې ده. حضرت عمر د حضرت علي فتوا پلي کړه؛ هغوى توبه وکړه او بيا يې اتيا اتيا کوړې ووهل.

دا روايت (عسقلاني؛ فتح الباري: پينځلسم ټوک، ٧٤ مخ) هم نقل کړى او ابن ابي شيبه ته يې نسبت ورکړى دى. سيوطي هم په درالمنثور کې د مائده دسورت د (يا ايها الذين آمنوا انما الخمر و الميسر) تر آيت لاندې راوړى او ابن ابي شيبه، ابن منذر او کنزالعمال (لومړي ټوک: ٢٢٩ مخ ) ته يې نسبت ورکړى دى.

سيوطي په درالمنثور کې دآل عمران د سورت د (فاما الذين فى قلوبهم زيغ فيتبعون ما تشابه منه ابتغاء الفتنة و ابتغاء تاويله) تر آيت لاندې د محب (نصر) له کتاب له حضرت ابي هريرة روايتوي، چې وايي: له حضرت عمر بن خطاب سره ناست وو، چې يو سړى راغى او و يې پوښتل: قرآن مخلوق دى او که غير مخلوق. حضرت عمر ددې پوښتنې په اورېدو سخت حيران شو، جامې يې راټولې کړې او پوښتونکى يې علي ته بوت، ورته يې وويل: ابالحسنه! خبر يې چې دا سړى څه وايي؟ و يې ويل: څه وايي؟ حضرت عمر: راغلى او پوښتي، چې قرآن مخلوق دى که غير مخلوق؟ علي وويل: دا هغه ټکى دى، چې ورپسې به يوه ثمره وي او که د چارو واکې زما په لاس کې وې؛ نو ورمېږ به مې ترې غوڅ کړى و.

(کنزالعمال: دويم ټوک، ٢٢١ مخ) له حضرت انس بن مالک روايتوي، چې يو بيدياني سړي د اوښانو رمه راوړې وه، چې و يې پلوري، حضرت عمر خبر شو، سړي ته راغى، چې يو ځاى ورسره ټول ترې وپېري؛ نو بېل بېل اوښ يې په لغته واهه، چې پاڅي، چې پوه شي روغ دى که نه. اعرابي ورته سپکې سپورې وکړې او و يې ويل: اوښان مې پر خپل حال پرېږده؛ خو سپکو سپورو يې مخه ونشوه نيولاى او روسته تر دې، چې ټول يې روغ وموندل؛ نو ټول يې يو ځاى واخستل او پلورونکي ته يې وويل: اوښان رامخکې کړه او راځه چې بيه يې درکړم. اعرابي وويل: صبر وکړه، چې پړي او کتې ترې کوزې کړم. حضرت عمر وويل: ما اوښان له پړو او کتو سره اخستي دي. اعرابي وويل: شهدالله چې بد سړى يې! تا اوښان اخستي که کتې. حضرت عمر وويل: ما چې اخستل؛ نو پړي او کتې پرې وې؛ نو شخړه يې کوله، چې علي راورسېد. حضرت عمر وويل: ددې سړي پر قضاوت راضي يې؟ اعرابي وويل: هو او بيا يې خپله کيسه و کړه. علي وويل: که تا ورسره د پړو او کتو بيه هم کړې وه؛ نو ستا به وو او اوس چې دې نه ده کړى؛ نو د هغه دي او حضرت عمر هم د علي خبره ومنله.

(کنزالعمال: درېیم ټوک، ٥٣ مخ) له محمد بن زبير روايتوي، چې وايي: د دمشق جومات ته ننووتم، چې هلته مې يو بوډا سړى وليد، چې په ملا کړوپ و، ورته مې وويل: مشره! تا په ژوند کې څوک ليدلي دي؟ و يې ويل: رسول الله مې ليدلى دى. پوښتنه مې وکړه: په کومو جګړو کې دې برخه اخستې وه؟ راته يې وويل: د برموک په غزا کې مې برخه اخستې وه. و مې ويل: څه چې دې اورېدلي؛ نو ما ته يې هم ووايه. و يې ويل: د اشعريينو او عک له خلکو سره حج ته ولاړو او د احرام په حال کې مو څو د شتر مرغ هګۍ تر پښو لاندې ماتې کړې _يا مو ماتې او و مو خوړې _ بيا مو خپله کيسه حضرت عمر بن خطاب ته وکړه، چې زموږ تکليف څه دى؟ پرته له دې چې کوم ځواب راکړي؛ نو موږ ته يې وويل: راځئ. موږ هم ورپسې شو، چې د رسول الله خونې ته ورسېد. ور يې وواهه، يوې ښځې له کوره غږ کړه: څوک يې؟ حضرت عمر وويل: ابوالحسن په کور کې شته؟ و يې ويل: نه! په پټي کې دى. حضرت عمر بيا روان شو او راته يې وويل: راځئ. اباالحسن ته چې ورسېدو؛ نو ښه راغلاست يې ووايه . حضرت عمر وويل: دا ځوانان د عک او اشعريين دي او د احرام په حال کې يې د شترمرغ څو هګۍ ماتې کړې دي. علي وويل: څوک به دې په ما پسې رالېږلى و؛ زه به په خپله درغلى وم. عمر وويل: په دې به ښه ښکاره شم، چې زه تاته راشم. علي وويل د هګيو د شمېر هومره نر شترمرغان، چې شترمرغې يې نه وي ليدلي له هغه ښځو شتر مرغو سره، چې شتر مرغ يې نه وي ليدلى؛ نوکه بچى يې وشو، هغه به منى ته يوسي او قرباني دې يې کړي. حضرت عمروويل: کېداى شي اوښه بچى وغورځوي (سقط يې کړي). علي وويل: کېداى شي هګۍ هم فاسدې شي. عمر وويل: خدايه! په داسې ستونزه کې مې راګېر نه کړې، چې علي مې تر څنګ نه وي.

(کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٧٩ مخ) له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: يوه ستره ستونزه حضرت عمر ته پېښه شوه، چې د ستونزې د ستروالي له امله به کېناسته او پاڅېده؛ رنګ به يې واوخوت او تک تور به شو او ددې ستونزې د هواري لپاره يې د رسول الله اصحاب راټول کړل، چې سلا مشوره ورسره وکړي، چې ټولو وويل: اميرالمؤمنينه! زموږ پناه ځاى خو ته يې. حضرت عمر وويل: له خدايه ووېرېږئ او سمه خبره وکړئ، چې الله تعالی مو نيتونه پاک کړي. اصحابو وويل: ددې ستونزې حل له موږ سره هم نشته. حضرت عمر وويل: پر الله تعالی قسم، چې څوک پېژنم، چې ددې ستونزې هوارول ورته ډېر اسان دي. اصحابو وويل: ګواکې مردا مو د ابيطالب زوى دى. حضرت عمر وويل: الله تعالی دې لري؛ ايا عرب يې په څېر بل لري، پاڅئ، چې ورشو. اصحابو وويل: اميرالمؤمنينه! صبر نه کوئ، چې په خپله راشي. عمر وويل: نه بېخي نه!داچې له بني هاشمو دى او د رسول الله خپلوان دى، تر ټولو پوه دى او په ټوليزه، علم يو څيز دى، چې بايد ورپسې ولاړ شو او بايد توقع ونه لرو، چې کور ته مو راشي.

(کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٧٩مخ) له سعيد بن جبير روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته، چې يو ماشوم يې زيږولى و، چې له پنډيو پورته دوه وو؛ يعنې دوه سره، دوه ګېډې، څلور لاسونه او دوه عورته يې درلودل او تر پنډو لاندې يو و. دې ښځې له مېړه څخه د دوو اولادونو ميراث غوښته. حضرت عمر اصحاب راټول کړل، چې مشوره ورسره وکړي؛ خو سم او صحيح ځواب يې لاس ته را نه غى؛ نو بيا يې علي بن ابيطالب راوغوښت. حضرت علي وويل: په دې خبره کې يو راز دى؛ نو ښځه او زوى يې بندي کړئ او د ميراث مال هم ونيسئ او يو څوک ورته ونيسه، چې خدمت يې وکړي او لګښت يې ورکړي، حضرت عمر همداسې وکړل، چې ښځه مړه شوه او بيا عجيب الخلقة زوى د ميراث غوښتنه وکړه، حضرت علي حکم وکړ، چې يو خسي خادم دې د د دواړو د عورت داسې خيال وساتي؛ لکه مور يې چې د خپل ماشوم ساتي، چې تر څه مودې روسته يو له هغوى د واده هيله وکړه، چې حضرت عمر يو څوک په علي پسې ولېږه، چې بالاخره نظر دې ددې دوو کسانو په اړه څه دى؛ نو که يو يې ښځه غواړي او بل نه او يو څه غواړي، چې هغه بل يې نه غواړي؛ موږ به څه کوو او ګورې، چې يو يې ښځه غواړي؟ علي وويل: الله اکبر! الله تعالی تردې حليم او کريم دى، چې خپل بنده به دې ته اړ کړي، چې جماع کول يې وليدل شي او تاسې هم هغه ځوان بوخت کړئ، چې الله تعالی يې په اړه حکم صادر کړي؛ ځکه دا هلک به هله د جماع اشتها کوي، چې مړينې ته نږدې وي او هغه ځوان هم درې ورځې روسته مړ شو. بيا حضرت عمر اصحاب راټول کړل، چې په دې ژوندي پورې د تړل شوي مړي تکليف څه دى؟ورته يې وويل: هغه مړى د ژوندي له بدنه بېل کړئ او ښح يې کړئ. حضرت عمر وويل: عجيبه خبره کوئ! آيا زه يو ژوندى د بل مړي لپاره ووژنم؟ او په خپل هغه ځوان هم نيوکه وکړه، چې سره له دې، چې مؤحد يم، قرآن وايم او د محمد بن عبدالله پر نبوت او رسالت ايمان لرم؛ نو بيا مې هم وژنئ؟ بيا حضرت عمر په حضرت علي پسې يو کس ولېږه، چې راشه او ددې ستونزې لپاره لاره چاره پېدا کړه. حضرت علي وويل: مسله ډېره اسانه ده او تاسې مه وارخطا کېږئ؛ هغه ته غسل ورکړه او کفن يې کړه او يو خادم ورته ونيسه، چې په ناسته پاسته کې ورسره مرسته وکړي او چې درې ورځې تېرې شوې؛ نو هغه يو به وچ شي او د جلا کولو وړ به وګرځي، درې ورځې روسته همداسې هم وشول. حضرت عمر وويل: يابن ابيطالب! ته او د هرې شبهې رابرسېروونکى او د هر حکم مرجع وې او يې.

(کنزالعمال: څلورم ټوک، ٢٢٣ مخ) له قاسم بن ابي امامه روايتوي، چې وايي: حضرت عمر جنب و او له خلکو سره يې لمونځ وکړ؛ نو چې پوه شو؛ نو خپل لمونځ يې راوګرځاوه. حضرت علي وويل: بايد خلکو ته اعلان وکړې، چې هغوى هم خپل لمونځ راوګرځوي او اصحابو هم د علي حکم پلي کړ.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٦ مخ) له ابن عمر روايتوي، چې پلار مې عمر بن خطاب، حضرت علي بن ابيطالب ته وويل: ابا الحسنه! درې مطلبه مې په ذهن کې مشکل دي او ډېر مې زړه غواړي که ته يې پوهه لرې؛ نو ځواب يې راکړه. علي: هغه درې مسئلې څه دي؟ حضرت عمر وويل: يو دا چې کله انسان له يوه داسې سړي سره مخېږي، چې دومره مينه ورسره لري، چې تر هغه هومره به له چا سره هم مينه نه کوي او بل به يې دومره بدې راځي، چې تر هغه به يې بل بدې نه راځي، چې ددې خبرې علت به څه وي؟ علي وويل: ما د الله تعالی له استازي واورېدل: ارواګانې په هوا کې ځانته لښکرې دي او په بېلو بېلو ليکو کې دي او که بدنونه يو له بل سره مخامخ شول؛ نو که ارواګانې يې سره په يوه ليکه کې وي؛ نو يو بل جذبوي او که په يوه ليکه کې نه وي؛ نو يو بل يې بدې راځي. حضرت عمر وويل: دا يې يو. بله دا انسان هغه څه هېروي، چې چې اورېدلى يې وو او کله يې ياد ته راځي؛ نو ددې علت څه دى؟ علي وويل: د الله تعالی له استازي مې واوېدل: داسې زړه به و نه ګورې، چې د ځان لپاره به وريځ نه لري؛ لکه څنګه، چې سپوږمۍ د ځان لپاره وريځ لري او په همدې ترڅ کې، چې سپوږمۍ رڼا ورکوي؛ نو وريځ يې د رڼا مخه نيسي او تپه تپاره کړي او زړونه همداسې دي. عمر وويل: دا يې دوه. درېیم: چې کله انسان خوب ګوري؛ نو کله يې خوب رښتيا وي او کله دروغ؛ نو ددې علت څه دى؟ علي وويل: د الله تعالی له استازي مې واورېدل: داسې ښځه او سړى به نه وي، چې خوب يې درون شي او اروا يې د عرش پر لور روانه نشي او تر هغه نه راويښېږي، چې اروا يې عرش ته نه وي رسېدلې او څه يې چې ليدلي؛ نو صادق دي او هغه چې عرش ته يې د اروا تر رسېدو مخکې راويخ شي؛ نو هر هغه څه دروغ دي، چې په خوب کې يې ويني. عمر وويل: دا خبرې وې، چې زما ذهن يې پر ځان له ډېره وخته بوخت کړى و او تا راته دا ستونزه هواره کړه او د خدايه شکر کوم، چې تر مړينې مخکې مې پرې سر خلاص شو.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٠ مخ) له حضرت عمر څخه روايتوي، چې د يوې خبرې پر سر يې له يو سړي سره شخړه شوه، چې ورته مې وويل: آيا راضي يې، چې دا ناست کس زما او ستا په منځ کې قضاوت وکړي؟ سړي پر سپکاوي وويل: هغه سړى، چې غټه ګېډه لري؟ حضرت عمر غوسه شو، ورپاڅېد او سړى يې له ګرېوانه راونيو او ورته يې وويل: خبر يې چې د چا سپکاوى دې وکړ؟ تا زما او د هر مسلمان مولى خپه کړ.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٥ مخ) له زيد بن علي له پلاره له نيکه روايتوي، چې وايي: يوه دوه ځانې-حامله ښځه يې حضرت عمر ته راوسته، چې پر زنا يې منښته کړې وه. حضرت عمر پرې د سنګسار حکم وکړ. حضرت علي دا ښځه پر لار ليدلې او له خلکو يې پوښتنه کړې وه، چې دې ښځې څه کړي دي؟وويل شول: عمر حکم کړى، چې سنګسار دې شي. علي حکم وکړ: بېرته يې وګرځوئ او حضرت عمر ته يې وويل: ته پر هغې ښځې واکمن يې، نه په ګېډه کې يې پر ماشوم، ته په دې عمل پرې وينه راوړه او و دې وېروله او همدومره ورته بس دى. عمر وويل: په رښتيا چې همداسې ده؟ ورته يې وويل: هو! مګر د الله تعالی له استازي دې نه دي اورېدلي: چا چې بر بلا تر ککړېدو روسته پر جرم منښته وکړه؛ نو نور پرې حد نه جاري کېږي؛ يا بايد بندي شي او يا وګواښول شي؛ ځکه اقرار يې اقرار نه دى. حضرت عمر هم ښځه پرېښووه.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٢ مخ) له عبدالرحمان سلمي روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته، چې په بيديا کې يې د سختې تندې له امله له يوه شپوڼه د اوبو غوښتنه کړې وه او شپوڼ ورته ويلي وو، چې د کوروالي په شرط به اوبه درکړم او ښځې هم د ناچارۍ له مخې زنا کړې وه. حضرت عمر يې د سنګسارولو په اړه له اصحابو سره سلا مشوره وکړه، چې حضرت علي وويل: بايد رجم نشي؛ ځکه پرېشانه وه؛ نو تاسې يې پرېږدئ. حضرت عمر هم د علي حکم پلى کړ.

 (رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٧ مخ) له حنش بن معتمر روايتوي، چې دوه کسانو له يوې قريشي ښځې سره سل ديناره امانت کېښوول او ورته يې وويل: موږ يوه ته به يې هم نه راکوې؛ يعنې که يو مو ځان ته راغى؛ نو مه يې راکوه او صبر وکړه، چې هغه بل هم راشي، چې له دې کيسې يو کال تېر شو او يو يې راغى او ښځې ته يې وويل: زما هغه بل ملګرى مړ شوى او دينار راکړه. ښځې دينار ور نه کړل او سړي د ښځې د مېړه کورنۍ په ښځې پسې راوپاروله او د ښځې کورنۍ هم دا ښځه سور اور ته ونيوه، چې ددې سړي دينار ورکړي او ښځې هم دينار ورکړل. يو کال تېر شو او هغه بل سړى راغى او د دينارو غوښتنه يې وکړه. ښځې وويل: ما دينار ستا هغه بل ملګري ته ورکړل؛ ځکه راغى او ما ته يې وويل، چې هغه بل ملګرى مې مړ شوى او ما هم دينار ورکړل، چې خبره عمر ته يووړل شوه. حضرت عمر ښځې ته وويل: ته ضامنه يې او بايد دينار ورکړې. ښځې قسم ورکړ، چې ته په موږ کې قضاوت مه کوه او پرېږده، چې علي بن ابيطالب په موږ کې قضاوت وکړي. حضرت عمر هم قضاوت علي ته وروسواره. حضرت علي پوه شو، چې هغه دوه سړي له دې ښځې سره دوکه کوي. حضرت علي سړي ته وويل: هغه ورځ مو چې امانت دې ښځې ته ورکاوه؛ مګر تاسې نه وو ويلي، چې موږ يوه ته به يې نه راکوې؟ و يې ويل: هو ويلي مو وو. علي وويل: ستاسې مال له ماسره دى او ولاړ شه او هغه بل ته هم ووايه، چې راشي، چې مال مو درکړم. سړى ولاړ او بېرته راستون نشو.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٧ مخ) او همداراز د رياض النضره په هماغه ټوک او هماغه مخ کې درې نور روايتونه راغلي، چې په دوو کې يې حضرت عمر ويلي: علي! الله تعالی دې ما له تا مخکې واخلي.

(شبلنجي؛ نورالابصار: ١٧١ مخ) روايتوي، چې يو سړى يې حضرت عمر ته راوست، چې په خلکو کې يې د کفر خبرې کړې وې. خلکو پوښتلى و، چې څنګه يې. هغه ورته ويلي وو: اوس خو حالات داسې دي، چې فتنه مې خوښه ده او له حقه کرکه لرم او يهود او نصارا تاييدوم او پر هغه څه ايمان لرم چې نه يې وينم او پر هغه څه ايمان لرم، چې نه وي پيدا شوى. حضرت عمر يو کس په حضرت علي پسې ولېږ؛ نو همداچې علي راغى؛ نو د سړي کيسه يې ورته وکړه. حضرت علي سړى په حقه وباله، و يې ويل: رښتيا وايي؛ ځکه د هغه مال او اولاد خوښ دى او الله تعالی هغه دواړه فتنه ښوولي؛ (انما اموالکم و اولادکم فتنة) له حقه کرکجن دى، چې مراد يې مړينه ده، چې حق دى او الله تعالی وايي: (وجاءت سکرة الموت بالحق) د يهودو او نصاراوو خبره هم تاييدوي؛ ځکه قرآن د يهودو له خولې وايي: نصارى پر باطله دي او نصارى وايي، چې يهود پر باطله دي او بل داچې وايي چې پر ناليدي ايمان لرم او هغه الله تعالی دى، چې نه ليدل کېږي او پر هغه څه ايمان لري، چې پيدا شوى نه دى او هغه قيامت دى. حضرت عمر وويل: پناه غواړم له هغې ستونزې، چې علي يې هوارونکى نه وي.

(ثعلبي؛ قصص الانبياء: ٥٦٦ مخ) د (اذ اوى الفتنة الى الکهف فقالوا ربنا آتنا من لدنک رحمة) آيت په تفسير کې وايي: د اصحاب کهف په اړه کيسه ده او هغه داچې کله اميرالمؤمنين عمر بن خطاب خلافت ته ورسېد؛ د يهودو عالمان ورته راغلل، چې آيا له محمد او ابوبکر روسته د مسلمانانو د خلافت چارې يې په لاس کې دي؟

ورته يې وويل: هو! وويل شول: موږ څه پوښتنې لرو؛ نو که ځواب دې راکړ؛ نو پوه به شو، چې اسلام پر حقه او محمد په رښتيا پېغمبر و او که ځواب دې رانه کړ؛ نو پوه به شو، چې اسلام پر حقه نه دى او محمد هم دروغجن و. حضرت عمر وويل: وپوښتئ هر څه چې پوښتئ. و يې ويل: راته ووايه: د اسمان د قفلونو مانا څه ده او کونجيانې يې کومې دي؟ هغه کوم قبر و، چې په ځان کې ښح کړى يې له ځانه يووړ؟ هغه څوک و، چې خپل قوم يې انذار کړ حال دا، نه انس و او نه جن؟ هغه کوم ساه کښ دي، چې پر ځمکه وګرځېدل؛ خو په يوه زيلانځ=رحم کې هم نه دي پيدا شوي؟ هغه غږ، چې دراج کوي، څه مانا لري؟ راته ووايه: چرګ، اس، چينډخ، خر، قمري په خپل غږونو کې څه وايي؟ حضرت عمر خپل سر لاندې ټيټ کړ او بيا يې وويل: دا د عمر نيمګړتيا نه ده، چې وپوښتل شي او پر ځواب نه پوهېږي، چې ووايي: نه پوهېږم او پر څه چې نه پوهېږي، پوښتنه يې وکړي. ناڅاپه يهودان پاڅېدل او و يې ويل: موږ شهادت ورکوو، چې محمد پېغمبر نه و او اسلام هم باطل دين دى. دا مهال سلمان وارخطا پاڅېد او ورته يې وويل: تاسې مهرباني وکړئ، څو شېبو ته کېنئ، چې راستون شم او په بېړه يې ځان علي ته ورورساوه او ورته يې وويل: ابا الحسن! سلام عليکم! د اسلام مل شه، چې ګوره له لاسه ځي. علي وويل: څه شوي؟ سلمان ورته کيسه وکړه. علي د رسول الله عبا واخسته، چې پرې لږه اوږده هم وه او په دبدبه مجلس ته ورغى؛ نو حضرت عمر، چې وليد، ورغاړې ووت، ورته يې وويل: ته د هرې ستونزې د هوارې لپاره زموږ زېرمه يې. بيا علي له يهودانو وغوښتل: وپوښتئ او په پاى کې يې وويل: اخر رسول الله ما ته زر بابه علم رازده کړى، چې له هر يو يې زر نور بابونه پرانستل کېږي. يهودانو خپلې پوښتنې وکړې او علي وويل: په دې شرط ځواب درکوم، چې که زما ځواب د تورات له مخې و؛ نو ټول به ايمان راوړئ، چې بيا علي د ټولو ځواب ورکړ، چې موږ د لنډيز لپاره نه دي راوړي.

حضرت علي ته د حضرت عثمان او معاويه بن ابوسفيان مراجعات

(امام انس بن مالک؛ موطاء: باب طلاق مريض: ٣٦ مخ) په خپل سند له محمد بن يحيى بن حبان روايتوي، چې وايي: نيکه مې دوه ښځې درلودې، چې يوه يې هاشمي او بله يې انصاري وه؛ انصاري ته يې طلاق ورکړ حال دا، شيدې يې ورکولې او تر يو کال روسته په خپله مړ شو. دې ښځې يې ادعا وکړه، چې زه يې اوس هم ښځه يم؛ ځکه تر اوسه مې لا حيض نه دى راغلى، چې دې دواړو ښځو خپل شکايت حضرت عثمان بن عفان ته يووړ، چې عثمان بن عفان حکم وکړ: په ارث کې يې برخه ده، چې هاشمي ښخې ملامته کړ او ورته يې وويل: دا څنګه حکم دې وکړ. عثمان بن عفان وويل: ما دې د تره له زوى علي بن ابيطالب پوښتنه وکړه او هغه داسې حکم کړى دى.

دا روايت (بيهقي؛ سنن: اووم ټوک، ٤١٩ مخ)، (شافعي؛ مسند: د عدد کتاب: ١٧١ مخ)، (ابن حجر؛ اصابه: اتم ټوک، لومړى قسم، ٢٠٤ مخ)، (ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٧٦٤ مخ)، (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٧ مخ) او محب طبري يې په پاى کې راوړي: حضرت عثمان وويل: زه په دې مسله نه پوهېږم او خپله شخړه مو علي ته يوسئ. حضرت علي وويل: د رسول الله د ممبر تر غاړې قسم وخوره، چې په دې موده کې يې درې ځل حيض نه دى راغلى. ښځې هم قسم وخوړ او له هغه بلې ښځې سره په ميراث کې شريکه شوه.

(امام انس بن مالک؛ موطاء: د حدود کتاب: ١٧٦ مخ) يو روايت نقل کړى، چې يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزيږاوه، چې خبره يې حضرت عثمان بن عفان ته راوړه او هغه هم علي ته ورلېږل، چې دې ته ورته کيسه مو د حضرت عمر بن خطاب په مراجعاتو کې هم وکړه؛ خو په دومره توپير، چې عثمان وويل: ولاړشئ او ښځه راولئ؛ خو د سنګسار حکم يې و نه کړ؛ خو اوبه له ورخه تېرې وې.

 دا روايت بيهقي هم د سنن د اووم ټوک په ٤٤٢ مخ کې له مالک نقل کړى دى.

سيوطي په درالمنثور کې د (ووصينا الانسان بوالديه احساناً) د آيت په تفسير کې دې روايت ته ورته يوه بله کيسه نقل کړې، چې د جهينيه د ټبر يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزېږواه، چې د امام ځواب ورته هماغه و، چې په دوو تېرو روايتونو کې ورته اشاره وشوه؛ نو د لنډيز لپاره مو دلته نه دى راوړى او بيا همدا کيسه ابن جرير د خپل تفسير د پينځه ويشتم ټوک په ٦١ مخ کې نقل کړې ده.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٠٠ مخ) په خپل سند له عبدالله بن حارث نوفل هاشمي روايتوي، چې وايي: پلار ته مې حضرت عثمان د مکې د کومې چارې واک ورکړى واو حضرت عثمان، چې مکې ته راغى؛ نو زه او پلار مې د حارث ليدو او ستړو مه شو ته ورغلو او په قديد کې کوز شو؛ ځکه حضرت عثمان هلته اړولې وه او د سيمې خلکو ورته سيسۍ ښکار کړې وې؛ نو هغه مو ورته قورمه پوخ کړ ورته مو يووړ، چې د حضرت عثمان يارانو يې له خوړو ډډه وکړه، چې موږ محرم يو او د احرام په حال کې نشو کړاى د ښکار غوښه وخورو. حضرت عثمان وويل: موږ خو څه په خپله ښکار نه دى کړى؛ بلکې اهل حل _ څوک چې محرم نه وو_ښکار کړى دى او موږ ته يې راکوي او دا خو پروا نه لري او چا ويل چې پروا لري؟ عبدالله بن حارث وايي: ته به وايې، چې همدا اوس يې وينم چې علي راروان دى او خپل لاسونه يې له هغو وښو څنډل، چې څارويو ته يې اچولي وو. حضرت عثمان وويل: هغه ښکار، دى چې اهل حل کړى موږ خو امر هم نه دى کړى، چې ښکار وکړئ او ورته مو نه دي ښوولي، چې هغه ښکار کړه؛ ځکه په احرام کې څوک نشي کړاى، چې څه وښيي چې ښکار يې کړه او موږ خو د دوى مېلمانه يو؛ نو دا خو څه پروا نه لري. حضرت علي غوسه شو او و يې ويل: زه ناستو کسانو ته پر الله تعالی قسم ورکوم، چې پاڅئ او شهادت ورکړئ، چې رسول الله ته يې د ښکار د غوښې پنډۍ راوړه او رسول الله وويل: اهل حل ته يې ورکړئ؛ ځکه په احرام کې و؛ نو ځکه يې و نه خوړه، چې بيا دولس کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې رسول الله هغه غوښه و نه خوړه. حضرت علي بيا وويل: تاسې ته قسم درکوم، چې شهادت ورکړئ، چې رسول الله ته يې د احرام په حال کې د شتر مرغ غوښه راوړه، چې و يې ويل: موږ محرم يو او اهل حل ته يې ورکړئ. چې بيا تر دولس کسانو لږ پاڅېدل او شهادت يې ورکړ. بيا حضرت عثمان هغه خواړه و نه خوړل او خپلې کېږدۍ ته ننووت او خواړه يې اهل حل ته ورکړل.

دا روايت احمد بن حنبل هم له دوو لارو په لنډه راوړى او طحاوي هم د معاني الاثار د شرح د حج د کتاب په ٣٨٦ مخ کې په لنډه راوړى، متقي هم د کنزالعمال د درېیم ټوک په ٥٣ مخ کې راوړى او وايي: ابن جرير او ابويعلي نقل کړى او همداراز هيثمي د مجمع د درېیم ټوک په ٢٢٩ مخ کې راوړى او احمد، ابويعلي او بزار ته يې نسبت ورکړى دى.

(امام انس بن مالک؛ موطاء: د قضا کتاب: ١٢٦ مخ) په خپل سند له سعيد بن مسيب روايتوي، چې د شام يو اوسېدونکى، چې نوم يې ابن خيبري و، خپله ښځه يې له پردي سړي سره وليده او ښځه او که دواړه يې ووژل. خبره معاوية بن ابوسفيان ته راورسېده، چې څنګه د سړي، ښځې او مېړه او کورنيو تر منځ شخړه هواره کړي؛ نو حضرت ابو موسى اشعري ته يې ليک وليک، چې ولاړ شه او له علي ددې ستونزې هوارى وپوښته. حضرت ابوموسى اشعري هم له علي پوښتنه وکړه. امام علي وويل: دا پېښه د حکومت په واک کې نه ده او بايد ووايې، چې چېرې شوې ده؟ ابو موسى ورته پوره کيسه وکړه، چې معاويه راته ليکلي چې له تا وپوښتم. حضرت علي وويل: که څلور شاهدان يې راوستل؛ خو سمه ده؛ ګنې نو بايد د قصاص لپاره ونيول شي.

دا روايت (بيهقي؛ سنن: اتم ټوک، ٢٣٠ مخ له يوې لارې او په ٢٣٧ مخ کې له بلې لارې او د دويم ټوک په١٤٧ مخ کې له بلې لارې )، (شافعي؛ مسند: دالجائز الحدود کتاب، ٢٠٤ مخ) او (متقي؛ کنزالعمال: اووم ټوک، ٣٠٠ مخ) کې هم نقل کړى دى.

(استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٣ مخ) وايي: معاوية بن ابوسفيان به چې په هره ستونزه کې راګېر شو؛ نو په ليک کې به يې هوارى له حضرت علي غوښته او معاويه، چې واورېدل، چې علي يې وواژه؛ نو و یې ويل: فقه او علم يې وواژه. د معاويه رور عتبه، چې دا خبره واورېده؛ معاويه ته يې وويل: پام کوه څوک دې دا خبره وا نه وري. معاويه وويل: درومه خپل کار دې کړه.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٢١ مخ) له شعبي روايتوي، چې وايي: حضرت علي وويل: شکر د الله تعالی چې زموږ دښمن يې موږ ته اړين کړ، چې په دين کې هر ستونزه لري؛ نو له ما يې پوښتي او همدا اوس راته معاويه د نرښځي د ميراث په اړه ليک رااستولى او ما يې هم ځواب ورکړ، چې د عورت له مخې ورته ميراث ورکړه، چې که عورت يې د سړي و؛ نو د سړي ميراث ورکړه او که عورت يې د ښځې و؛ نو د ښځې ميراث ورکړه.

(مناوي؛ فيض القدير: څلورم ټوک، ٣٥٦ مخ) په شرح کې وايي: د همزيه په شرح کې راغلي، چې حضرت معاويه بن ابي سفيان به په ستونزه کې راګېر شو؛ نو د هواري غوښتنه به يې له حضرت علي کوله او علي هم ورته ستونزه هواروله، چې د علي يو زوى وويل: ولې د ښمن ته لارښوونه کوې؟ علي وويل: دا موږ ته بس نه ده، چې الله تعالی راته اړ کړى دى او موږ پوښتي؟

(کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٨٠ مخ) له ابي الوضين روايتوي، چې يو سړي د يو شامي پر لور مرکه وکړه؛ البته پر هغه لور، چې له ازادې ښځې يې وه او د لور پلار له وينځې لور سينګار او د زوم کور ته يې ولېږله، زوم، چې د واده پر ړومبۍ شپه کوټې ته ولاړ؛ نو ناوې يې وپوښتله: د چا لور يې؟ ناوې وويل: د پلانۍ لور_؛ يعنې د وينځې لور _ زوم وويل: د پلانۍ پر لور چې يې له ازادې ښځې شوې وه، مې مرکه کړې وه. خبره يې معاويه بن ابوسفيان ته وکړه. معاويه وويل: څه پروا کوي، چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پر ځاى درکړې ده او بيا يې له خپلو شاوخوا کسانو وپوښتل: ددې مسلې حل څه دى؟ هغوى هم ورته د معاويه خبره وکړه او و يې ويل: څه پروا کوي، چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پر ځاى درکړې ده. زوم غوښتنه وکړه، چې مسئله علي ته ولېږئ او معاويه هم علي ته ولېږله. حضرت علي څه له ځمکې راپورته کړل او و يې ويل: ددې خبرې حل ددې څيز د راوچتولو هومره اسان دى او و يې ويل: کوم جهيز يې، چې دې ښځې ته ورکړې، ددې ښځې شو؛ ځکه کوروالى دې ورسره کړى او پلار يې بايد هماغومره جهيز هغه بلې لور ته چمتو کړي او ددې ښځې عده، چې پاى ته ورسېده؛ هغه بله لور دې ستا کور ته راولېږي. بيا راوي وايي: تر کومه مې چې يادېږي علي د نجلۍ پلار پر کوړو وواهه او که غوښتل يې، چې و يې وهي. بيا وايي: دا روايت ابن ابي شيبه هم روايت کړى دى.

 (کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٨١ مخ) له حجار بن ابحر روايتوي، چې وايي: له معاويه سره ناست وم، چې دوه سړي راغلل، چې د يو جوړ جامو پر سر يې شخړه وه او يو يې وويل: دا جامه زما او شهود يې راوستل او هغه بل وويل: دا جامه ما په خپله له يو ناپېژندګلو سړي اخستې ده. معاويه وويل: کاشکې علي بن ابيطالب و، چې دا ستونزه يې هواره کړې واى. ما وويل: زه وم، چې دې ته ورته شخړه يې حضرت علي ته راوړه؟ پوښتنه يې وکړه: نو هغه څه وکړل؟ و مې ويل: حق يې هغه ته ورکړ، چې د شهودو اقامه يې کړې وه او بل ته يې وويل: تا خپل مال ضايع کړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٥ مخ) له ابي حازم روايتوي، چې يو سړي حضرت معاويه بن ابي سفيان ته راغى او له هغه يې د يوې مسئلې پوښتنه وکړه او داچې له معاويه سره يې ځواب نه و؛ نو ورته يې وويل: ولاړ شه او له علي يې وپوښته. سړي وويل: ستا ځواب مې ډېر خوښ دى. معاويه: څومره ناوړه خبره دې وکړه! آيا هغه سړي ته له تګه کرکه کوې، چې رسول الله پر علم موړ کړى و؛ هغه سړى، چې رسول الله يې په اړه ويلي وو: ((ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته پېغمبر نه راځي)) هغه سړى، چې حضرت عمر بن خطاب به په کومه ستونزه کې راګېر شو؛ نو حضرت علي ته به يې مراجعه کوله.

 محب طبري وايي: دا روايت احمد هم په مناقب کې راوړى دى.

(مناوي؛ فيض القدير: درېیم ټوک، ٤٦ مخ) له کلا بازي راويت کوي، چې يو سړي له حضرت معاويه بن ابي سفيان يوه مسله وپوښتله. معاويه وويل: له علي يې وپوښته، چې تر ما اعلم دى. سړي وويل: زه ستا ځواب غواړم. معاويه وويل: پر ځان ووېرېږه، چې له هغه سړي ډډه کوې، چې رسول الله پر علم موړ کړى و؛ هغه سړى، چې حضرت عمر به په ستونزه کې ګېر شو؛ نو علي به يې پوښته او يوه ورځ يو سړى عمر ته راغى او پوښتنه يې ترې وکړه، چې عمر وويل: حضرت علي دلته دى، چې سړي وويل: له تا يې ځواب غواړم. حضرت عمر وويل: پاڅه الله تعالی دې پښې شلې کړه او حکم يې وکړ، چې نوم يې له دېوانه پاک کړئ.

دې روايت ته ورته يو بل روايت په فتح الباري فى شرح البخاري (اولسم ټوک، ٥٠ مخ) له اسماعيل بن ابي خالد له قيس بن ابي حازم نقل کړى دى.

(صحيح مسلم د طهارت کتاب: پر موزې د مسحې باب) په خپل سند له حکم بن عتيبه له قاسم بن مخيمره له شرح بن هاني روايتوي، چې عايشې بي بي ته ولاړم او پر موزې د مسحې په اړه مې ترې پوښتنه وکړه، چې راته يې وويل: ولاړ شه او د ابيطالب له زوى پوښتنه وکړه.

دا روايت مسلم له دوو نورو لارو، نسائي په صحيح (لومړى ټوک، ٣٢ مخ)، (ابن ماجه؛ صحيح: ٤٢ مخ)، (احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک: ٩٦، ١٠٠، ١١٣، ١١٧، ١٢٠، ١٣٣، ١٤٦، ١٤٩ او د شپږم ټوک په ١١٠ مخ)، (ابوداود طيالسي؛ مسند: لومړى ټوک، ١٥ مخ)، (بيهقي؛ سنن: لومړى ټوک، ٢٧٢ مخ له دوو لارو او په ٢٧٧ مخ کې له درېیمې لارې)، (ابونعيم؛ حلية: لومړى ټوک، ٨٣ مخ)، (خطيب بغدادي: د بغداد تاريخ: يوولسم ټوک، ٢٤٦ مخ)، (طحاوي؛ شرح معاني الاثار: د طهارت کتاب: ٤٩ مخ او له بلې لارې په ٥٠ مخ)، (ابوحنيفه؛ مسند: ١٢٩ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: پينځم ټوک، ١٤٧ مخ) او د هغه د وينا له مخې حميدي، سعيد بن منصور، عبدالرزاق، ابن ابي شيبه، احمد بن حنبل، عدني، دارمي، ابن حزيمه او ابن حبان هم نقل کړى دى.

(فتح الباري؛ شپاړسم ټوک، ١٦٨ مخ) له ابن ابي شيبه په ډېر ښه او صحيح سند له عبدالرحمن بن ابزي روايتوي، چې و ايي: د جمل د جګړې پر ورځ عبدالله بن بديل بن ورقاء خزاعي ځان عايشې بي بي ته ورساوه او تر اوسه لا عايشه په خپله کجاوه کې وه او ورته يې وويل: يادېږي مو چې د حضرت عثمان تر وژل کېدو وورسته درغلم او پوښتنه مو وکړه، چې تر عثمان روسته د چا خلافت ته غاړه کېږدو؟ تا راته وويل: د علي خلافت ته. عايشه چوپ شوه او څه يې و نه ويل. بيايې د هغې د رور محمد په مرسته اوښ وتاړه او حضرت علي ته مو راوسته. حضرت علي حکم وکړ، چې ځانګړى کور ورکړئ.

(سننن بيهقي؛ پينځم ټوک، ١٤٩ مخ) په خپل سند له ابي مجلز روايتوي، چې وايي: يو سړي د حضرت عمر زوى وپوښته، چې په رمي جمرات کې مې شک کړى، آيا اوه وارې مې رجم وکړ او که شپږ وارې؛ نو څه وکړم؟ و يې ويل: بايد علي بن ابيطالب وپوښتې.

د هجرت پر مهال د پېغمبر په بستره کې د علي څملاستل

فخر رازي په تفسير کبير کې د بقره سورت د (و من الناس من يشرى نفسه)آيت په تفسير کې ليکي: دا آيت د حضرت علي په اړه راغلى، چې د هجرت پر مهال، چې رسول الله د ثور د غار پر لور وته؛ نو علي يې په بستره کې څملاست او خپل ځان يې د رسول الله ساتلو ته ځار کړ.

فخر رازي بيا وايي: چې کله حضرت علي د رسول الله په بستره کې څملاست؛ نو جبراييل يې سر او مکائيل يې پښو ته ودرېد، چې جبراييل وويل: بخ بخ من مثلک يابن ابيطالب؛ ستا په شان بندګانو الله تعالی د پرښتو پر وړاندې وياړي. او همدلته دا آيت راغى.

(اسدالغابه: څلورم ټوک، ٢٥ مخ )، (شبلنجي؛ نورالابصار: ٧٧ مخ)، (مناوي؛ کنوزالحقايق: ٣١ مخ)، (خصايص نسائي: ٨ مخ)، (حاکم؛ مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٤ مخ)، (احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٣٣٠ مخ)، (محب طبري؛ رياض النضره: _ټوک، ٢٠٣ مخ)، (ذخاير العقبى: ٨٦ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: اتم ټوک، ٣٣٣ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١١٩ مخ) او (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٤ مخ) په دې اړه راوايتونه نقل کړي، چې روستى يې په خپل سند له علي بن الحسين نقل کړى، چې وايي: علي بن ابيطالب ړومبى تن و، چې د الله تعالی په لار کې يې ځان پر الله تعالی وپلوره، چې د هجرت پر شپه د رسول الله په بستره کې څملاست او چې ويده شو؛ نو دا شعرونه يې ويل، چې موږ يې يوازې پښتو ژباړه راوړې ده.

١_ په ځان مې د هغه ځان وژغوره، چې پر ځمکه تر ټولو غوره بشر و او تر ټولو غوره کس و، چې د کعبې او حجر الاسود په شاوخوا کې يې طواف کړى دى.

٢_رسول الله چې له زيان ورسېدو ووېرېد _ ځکه پر هغه شپه له څلوېښت ټبرونو څلوېښت تنه هم ژمني شوي ول، چې رسول الله ووژني

٣_ مهربان الله تعالی هغه د دښمن له دسيسې وساته او په غار کې په امن کې شو او د الله تعالی په ساتنه کې هېڅ تاوان ور و نه رسېد.

٤_او زه يې پر ځاى ويده شم او دښمن مې څاره، حال دا، مړينې ته چمتو او لږ تر لږه بنديتوب ته چمتو وم؛ خو کار يې راسره و نه درلود او الله تعالی زه هم وساتلم.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٣٤٨ مخ) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي، چې د (و اذا يمکر بک الذين کفروا ليثبتوک) آيت په تفسير کې يې وويل: يوه شپه قريش په مکه کې راټول شوي ول، چې د رسول الله د وژلو په اړه سلا مشوره وکړي؛ ځينو يې وويل: چې سهار شو؛ نو په خپل کور کې يې کلابند کړئ. ځينو يې وويل: و یې وژنئ او ځان ترې خلاص کړئ. ځينو وويل: له ښاره يې بهر کړئ. الله تعالی خپل استازى له دې نقشې خبر کړ. حضرت علي د رسول الله په ځاى کې څملاست او رسول الله له کوره ووت او غار ته ولاړ. مشرکينو تر سهاره په دې ګومان د رسول الله بستره څارله، چې پېغمبر به پکې وي؛ خو سهار د يرغل پر مهال پوه شول، چې علي په کې ويده دى او پوه شول، چې رسول الله يې نقشې له خاور ايرو سره برابرې کړې دي؛ نو علي يې پوښتنه: ملګرى دې چېرې دى؟ ورته يې وويل: نه پوهېږم. د رسول الله په لټه کې شول ا د پښو په چاپ پسې يې د غار خولې ته ورسېدل او هلته يې نور د پښو چاپ و نه ليد او له هر لوري پر غره وختل او د غار له خولې تېر شول او و يې ليدل، چې د غڼې ځاله ده او و یې ويل: که غار ته ننووتي وو؛ نو دلته به د غڼې ځاله نه وه. رسول الله درې شپې په غار کې پاتې شو او بيا مدينې ته ولاړ.

دا روايت (خطيب بغدادي؛ تاريخ: ديارلسم ټوک، ١٩١ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: اووم ټوک، ٢٧ مخ) او د هغه د وينا له مخې، احمد، طبراني او همداراز سيوطي په درالمنثور کې د انفال د سورت تر پورتني آيت لاندې او د هغه د وينا له مخې، عبدالرزاق، عبدبن حميد، ابن منذر، ابوالشيخ، ابن مردويه او ابونعيم په دلائل کې هم راوړى دى.

(اسدالغابه: څلورم ټوک، ١٨ مخ) په خپل سند له ابن اسحاق روايتوي، چې وايي: ټول اصحاب، چې مدينې ته مهاجر شول؛ نو رسول الله په مکه کې پاتې شو، چې د الله تعالی حکم ورته راشي، چې جبراييل راغى او د قريشو له نقشې يې له خبر کړ او د الله تعالی له لوري يې حکم ورکړ، چې مهاجر شه او ورته يې وويل: نن شپه بايد په خپل کور او بستره کې ويده نشې؛ نو رسول الله، حضرت علي ته وويل: په بستره کې مې ويده شه.

او د اسدالغابه د څلورم ټوک په ١٩ مخ کې راغلي: رسول الله علي ته وويل: په بستره کې ويده شه، چې دښمن مې تعقيب نه کړي او بيا يې وويل: راسره د خلکو امانتونه ورکړه او پر هغو وصيتونو عمل وکړې، چې پخوا مې درته کړي ول. قريشو د شپې له سره تر سهاره د رسول الله کور کلا بند کړى و او په دې ګومان ول، چې چېرې ځي؛ نو علي هم له ځان سره بوځي او بيا يې حضرت علي ته وويل: زما د چارو تر سر ته رسولو روسته ځان مدينې ته راورساوه. حضرت علي هم پر لوڅو پښو له مکې ووت او دشپې به يې مزل کاوه او د ورځې به پټېده، چې ځان يې مدينې ته ورساوه؛ ، رسول الله، چې خبر شو، چې علي رارسېدلى؛ نو و يې ويل: ورته ووياست، چې ما ته راشي. وويل شول: رسول الله! مزل نشي کړاى. رسول الله په خپله ورغى په غېږ کې يې راونيو او د حضرت علي د پښو پړسوب خورا غمجن کړ او پر ژړا يې له الله تعالی ورته بېړنۍ شفا وغوښته او تر هغې روسته، چې علي ژوندى و، پښو يې درد و نه کړ.

(کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٥٥ مخ) له حضرت ابي الطفيل عامر بن وائله روايت دى، چې وايي: د حضرت عمر تر مړينې روسته، چې شورا جوړه شوه؛ نو زه يې د وره شا ته ولاړ وم او وامې ورېدل، چې غږونه پوته شول او علي وويل: پر هغه ورځ، چې خلکو له ابوبکر سره بيعت وکړ؛ نو پر الله تعالی چې زه ترې وړ وم او دا مقام زما حق و؛ نه د هغه او همداراز يې ويل، چې دلته راورسېد: اوس چې عمر هم مري؛ نو زه يې له پينځه کسانو سره انډول کړم او رښتيا خو داده، چې زه يې شپږم کړى يم، ته وا، چې د هغوى په پرتله ما ته هېڅ ډول فضيلت قايل نه و او هېڅ صلاحيت راته نه دى قايل شوى او تاسې پينځه کسان هم راته پر هېڅ ډول وړتيا قايل نه ياست او موږ ټول پکار او وړتيا کې يو شانت ګڼئ؛ خو پر الله تعالی قسم، که خبرې مې پيل کړې؛ نو عرب، عجم، همژمني او مشرک به مې خبرې رد کړاى نشي؛ خو نه غواړم خبرې وکړم، يوازې مو پوښتم: په تاسې کې کوم يوتر ما مخکې د الله تعالی له استازي علم زده کړى او رسول الله ورته زما په پرتله ډېر نږدې و او په تاسې کې څو ک و، چې په بستره کې يې څملاست او هغه يې وژغوره. ټولو وويل: ته رښتيا وايې. (د حديث تر پايه)

د بدر د جګړې پر ورځ حضرت جبراييل وويل: لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على

(صحيح بخاري: د بدء الخلق کتاب: باب قتال ابي جهل) په خپل سند له علي بن ابيطالب روايتوي چې وايي: ړومبى تن يم، چې د قيامت پر ورځ به د لوراند څښتن پر وړاندې عدالت غوښتنې ته ګونډه ووهم. قيس بن عباد وايي: د (هذان خصمان اختصموا فى ربهم) آيت هم د علي په اړه نازل شوى او د بدر د ورځې يو جنګيالى هغه، بل يې حمزه، عبيدة بن حارث، عتبه، شيبه او وليد د عتبه زوى و.

(سنن بيهقي: درېیم ټوک، ٢٧٦ مخ) په خپل سند له حضرت علي روايتوي، چې وايي: د بدر پر ورځ عتبه، رور يې شيبه او زوى يې وليد د دښمن له لښکره راووت او مقابلې ته يې انډول وغوښت؛ نو د اسلام له لښـکره يو ځوان راووت، مشرکانو وويل: موږ دا نه غواړو. ورته ووايه، چې زموږ خپل تربوران راشي، موږ غواړو د عبدالمطلب له پرګې سره وجنګېږو. رسول الله خپل تره ته وويل: حمزه! عبيده! علي پاڅى! بيا حمزه له عتبه، عبيده له شيبه او علي له وليد سره ونښت؛ حمزه عتبه، علي وليد او عبيده شيبه وواژه؛ خو شيبه په توره عبيده وواهه او پښه يې ترې غوسه يې کړه او حمزه او علي يې مرستې ورغلل او عبيده تر څه مودې روسته په صفراء کې ومړ.

سيوطي په درالمنثور کې د (ص) د سورت تر (ام نجعل الذين آمنوا و عملوا الصالحات کالمفسدين فى الارض) آيت او همداراز (حلية: : نهم ټوک، ١٤٥ مخ) په دې اړه راويتونه نقل کړي، چې په دويمي کې يې راغلي: حضرت معاويه بن ابي سفيان د بني کنانه يو سړى وپوښت: د بدر جګړه دې يادېږي؟ ورته يې وويل: هو. معاويه: هغه مهال د څو کالو وې؟ ورته يې وويل: ځوان وم. معاويه: څه چې دې يادېږي، راته يې ووايه. و يې ويل: د علي بن ابيطالب جګړه مې يادېږي، چې تر اوسه مې د هغه په څېر ځوان نه و ليدلى، چې د زمري په څېر به يې پر دښمن بريد کاوه.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٢٥ مخ) او (ابن جرير طبري؛ تاريخ: دويم ټوک، ١٩٧ مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په دويمي کې يې ابي رافع له پلار له نيکه روايتوي، چې وايي: روسته تر دې، چې علي د بدر په جګړه کې د کفر بېرغچيان ووژل؛ نو رسول الله وليدل، چې د مشرکينو يوه ډله په يوه ځاى کې راټوله شوې؛ نو علي ته يې حکم وکړ، چې بريد پرې وکړه او خواره يې کړه. علي بريد وکړ او په دې بريد کې يې عمرو بن عبدالله وواژه او نور يې خواره کړل. بيا رسول الله وليدل، چې بله ډله په يوه بل ځاى کې ولاړه ده؛ نو بيا يې پر علي غږ وکړه: هغوى وشينده! علي بريد وکړ او د بني عامر بن لوئي له ټبر ه يې شيبه بن مالک وواژه او نور يې خواره واره کړل. دا مهال حضرت جبراييل رسول الله ته وويل: دا ده د مواسات مانا. رسول الله وويل: اخر هغه له ما او زه له هغه ځنې يم. جبراييل وويل: او زه ستاسو د دواړو او چې ټولو واورېدل: لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على.

دا روايت (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٢ مخ)، (علي بن سلطان؛ مرقاة: پينځم ټوک، ٥٦٧ مخ)، (کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٥٤ مخ)، (ذخاير العقبى: ٧٤ مخ) او همداراز (کنزالعمال: پينځم ټوک، ٢٧٣ مخ) هر يو د بدر د جګړې په اړه روايت نقل کړى، چې په روستي کې يې راغلي: پر هغه شپه رسول الله خپلو يارانو ته وويل: څوک به اوبه راوړي؟ اصحابو يې خبره و نه منله او يوازې علي و، چې د اوبو خيږ يې پر اوږه کړ او د بدر څاه ته ورکوز شو، چې ډېر ژور او تياره و. الله تعالی جبراييل، مکائيل او اسرافيل ته وويل: د محمد او ګوند يې د بري چمتوتيا ونيسئ او دا درې واڼه پرښتې راکوزې شوې او د راکوزېدو پر مهال يې د علي ستاينه وکړه.

دا روايت ابن شاهين هم نقل کړى. محب طبري هم د ذخاير په ٦٨ مخ کې راوړى او د احمد مناقب ته يې نسبت ورکړى دى.

زمخشري د کشاف او فخر رازي په کبير تفسير کې د انفال د سورت د (فلم تقتلوهم ولکن الله قتلهم و ما رميت اذ رميت و لکن الله رمى؛ يعنې تاسې هغوى و نه وژل؛ بلکې الله تعالی ووژل او تاسې هم ګوزار نه کړل کله مو چې ګوزار کړل؛ بلکې الله تعالی ګوزار کړل) آيت په تفسير کې راوړي، د کفر لښکر، چې راښکاره شو؛ نو رسول الله د دعا لپاره لاسونه پورته کړل او و يې ويل: خدايه!دا د قريشو لښکر دى، چې ستا استازى يې دورغجن وګاڼه او اوس په کبر را روان دي؛ نو خدايه! هغه برى راورسوي، چې ژمنه دې راسره کړې وه. جبراييل راغى او و يې ويل: يو موټى خاوره راواخله او پر لور يې وروشينده، لښکر، چې رانږدې شو، پاک نبي علي ته وويل: يو موټى خاورې راکړه. خاورې يې د دښمن پر لور وروشيندلې او و يې ويل: شاهت الوجوه؛ چې په پايله کې يو مشرک هم پاتې نه شو؛ خو هغه چې خاورې پرې نه وې لګېدلې، د کفر لښکر ټول ووژل او ځينې يې اسيران کړل. دا روايت سيوطي هم په درالمنثور کې د پورتني آيت په تفسير کې راوړى او په طبراني، ابوالشيخ او ابن مردويه ته يې نسبت ورکړى دى.

د احد غزا

(اسدالغابه: څلورم ټوک، ٢٠ مخ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي، چې وايي: علي د احد پر ورځ شپاړس ټپونه واخستل، چې هر يو يې يوازې کړاى شول، له پښو يې وغورځوي او هر ټپ يې، چې اخسته او لوېده؛ نو جبراييل به را پورته کاوه.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٢ مخ)، (علي بن سلطان؛ مرقاة: پينځم ټوک، ٥٦٨ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: شپږم ټوک، ١١٤ مخ) او (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک٤٠٠ مخ) روايتونه راوړي، چې حضرت جبرئيل د حضرت علي مواساة وستايل.

(شبلنجي؛ نوروالابصار: ٧٩ مخ) له حافظ بن محمد بن عبدالعزيز جنابذى د (معالم العترة النبويه) په کتاب کې او هغه د مسند له ذکر پرته له قيس بن سعد له پلاره روايتوي، چې له علي يې اورېدلي، چې و يې ويل: د احد پر ورځ مې شپاړس ټپونه واخستل، چې څلورو يې راګوزار کړم، چې يو ښکلى او خوږبويه سړى راغى او زه يې را اوچت کړم او راته يې وويل: ورپسې ولاړ شه، چې د الله تعالی او رسول پر لار يې او هغوى دواړه له تا راضي دي. ما کيسه رسول الله ته و کړه. و يې ويل: علي! الله تعالی دې سترګې روښانه کړه؛ هغه جبراييل و.

(نورالابصار: ٧٨ مخ) له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: د احد پر ورځ طلحه بن ابي طلحة د کفارو بېرغچي مېدان ته راودانګل او غږ يې کړ: د محمد اصحابو! ګروهمن ياست، چې موږ به الله تعالی ستاسې په تورو دوزخ ته او تاسې به زموږ په تورو جنت ته لېږي؛ نو په تاسې کې کوم يو د جنت لېواله دى. حضرت علي بن ابيطالب ورمخې ته شو او ورته يې وويل: پر الله تعالی چې تر هغه به دې پرې نه ږدم، چې په توره مې دوزخ ته نه يې لېږلى؛ د تورو ګوزارونه شول، چې علي په توره پر پښو وواهه او پښې يې ترې غوسې کړې او غوښتل يې و يې وژني؛ خو طلحه ورته د خپلوۍ قسم ورکړ، چې مه مې وژنه. علي هم خپل ځاى ته راستون شو. مسلمانانو وويل: ولې دې و نه واژه. ورته يې وويل: قسم يې راکړ، چې و يې نه وژنم؛ خو ډاډمن يم، چې ژوندى به پاتې نشي او طلحه هملته ومړ او رسول الله يې پر مړينه خورا خوشحاله شو. شبلنجي بيا له ابن اسحاق نقلوي، چې وايي: د احد د جګړې فاتح علي او د هغه زغم وه.

د قيامت تر ورځې د علي

 مبارزه د امت تر ټولو کړنو غوره ده

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٣٢ مخ) په خپل سند له سفيان ثوري له بهز بن حکيم حکيم له پلاره له نيکه روايتوي، چې وايي: رسول الله ويل: د خندق د جګړې پر ورځ له عمرو بن عبدود سره د حضرت علي مبارزه د قيامت تر ورځې تر ټولو غوره عمل دى، چې زما امت به يې کوي.

دا روايت (خطيب؛ د بغداد تاريخي: ديارلسم ټوک، ١٩ مخ) له اسحاق بن بشر قرشي له بهز بن حکيم له پلاره له نيکه او دې ورته يو روايت فخر رازي په کبير تفسير کې د قدر سورت په تفسير کې راوړى دى.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٣٢ مخ) په خپل سند له ابن اسحاق روايتوي، چې وايي: عمرو بن عبدود د بدر په جګړه کې هم برخه اخستې وه؛ خو د ټپ اخستو له امله يې د احد په جګړه کې برخه وا نه خسته؛ نو د خندق جګړې ته ځکه راغلى و، چې د بدر په جګړه کې د اخستل شوي ټپ غچ واخلي او ټول ځان يې پر وسله پوښلى و، چې ټول يې وګوري، چې علي پرې غږ وکړ: عمرو! له الله تعالی سره دې ژمنه کړې وه، چې که په جګړه کې مقابل لورى قرشي وي؛ نو يو له دوو وړانديزونو يې ومنې. عمرو وويل: هو همداسې ده! علي وويل: وړانديز درکوم، چې د الله تعالی او رسول بلنه يې و منې او مسلمان شې. عمرو وويل: زه دې خبرو ته اړتيا نه لرم، دويم وړانديز دې څه دى؟ علي وويل: بل داچې راسره وجنګېږې. عمرو وويل: وراره! دا څنګه وړانديز دې ورکړ، پر الله تعالی قسم، چې نه غواړم و دې وژنم. علي وويل: پر الله تعالی قسم، چې غواړم تا ووژنم. عمرو غيرتي شو او له اس يې راودانګل او د علي پر لور راغى او غږ يې کړ: څوک دى، چې له ما سرو وجنګېږي؟ دا مهال وسلوال علي پاڅېد، چې يوازې سترګې يې ښکارېدې او و يې ويل: رسول الله! اجازه راکړه، چې ډګر ته ورشم. پېغمبر وويل: اخر هغه عمرو بن عبدود دى، ته کېنه! عمرو بيا غږ کړ: په تاسې کې سړى نشته؟ رسول الله علي ته اجازه ورکړه او ولاړ او و يې ويل:

لا تعجلن اتاک مجيب صوتک غير عاجز

ذونبهة و بصيرة والصدق منــجى کل فائز

انى لارجو اقيم عليک نامـــــحة الجنـــائز

من ضربة نجلاء يبقى ذکرها عندالهــزاهز

عمرو وپوښته: څوک يې؟ ورته يې وويل: علي يم؟ پوښتنه يې وکړه: د چا زوى يې؟ زه د عبدمناف زوى علي بن ابيطالب يم. عمرو وويل: ستا په لښکر کې داسې کسان شته، چې تر تا پاخه وي، ستون شه!نه غواړم ودې وژنم او وينه دې تو یې کړم. علي: خو زه ستا د وينې تويولو لپاره هېڅ پروا او وېره نه لرم. عمرو له اسه راکوز شو او د برښنا په څېر يې خپله توره راوايسته او د علي پر لور راغى. علي هم ورمخکې شو او د څرمنې سپر يې د تورې مخې ته ونيو. دواړه ونښتل او د نښـتې له امله دوړې شوې، چې يوه لښکر هم نه ليدل، چې څه روان دي، چې ناڅايه له دوړو د علي د الله اکبر غږ راپورته شو او رسول الله پوه شو، چې حضرت علي، عمرو له منځه وړى دى. _ تردې چې وايي: _ علي د رسول الله پر لور راغى حال دا، څېره يې ځلېده. حضرت عمر بن خطاب وپوښتل: ولې دې د هغه سلب را وا نه خست او د هغه د زغرې په شان بله زغره په عربو کې نشته؟ علي وويل: هغه مې چې وواهه او پر ځمکه ګوزار شو او چې غوښتل مې سر ترې غوڅ کړم؛ نو عورت يې ښکاره کړ، وشرمېدم، چې سلب يې واخلم او تر مړينې روسته يې لښکريانو له ځان سره وتښتاوه.

دا روايت (شبلنجي؛ نورالابصار: ٧٩ مخ) هم راوړى؛ خو په دومره توپير چې د عمرو بن عبدود شعرونه يې هم راوړي، چې وايي:

ولقد بحجت من النداء لجمعکم هل من مبارز

و وقفت اذوقت الشجاع مواقف القرن المناجر

و کذلک انى لــــــم ازل متترعاً قبــــــــل الهزاهز

ان الشجاعة فى الفتى و الجود من خير الغرائز

 غږ مې ټپ شو، دومره چغې مې ستاسې لښکر ته ووهلې، چې څوک دى مبارز او د مړانې پر مقام ولاړ يم، چې د خپل قوم ستر يم او مبارز غواړي زه تل د اوښانو اخستونکى او د جګړې د ورځې په هيله وم. هو! مړانه په مېړنيو کې او سخاوت تر ټولو غوره غريزه ده.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٣٣ مخ) په خپل سند له عاصم بن عمر ابن قتاده د عمرو له خور څخه د خپل رور په مرثيه کې شعرونه نقل کړي، چې دادي:

لوکان قاتل عمرو قاتله  بکيته ما اقام الروح فى جسدى

لـــکن قاتله من لايعاب به و کان يدعى قديما بيضة البد

که د عمرو قاتل بې له هغه بل څوک و، چې وژلى يې دى؛ نو چې ژوندۍ وم، ژړل به مې؛ خو د رور وژونکى مې هغه دى، چې چا پکې نيمګړتيا نه ده ليدلې او زما د رور پر وژلو هم نه رټل کېږي او هغه هم دى، چې له پخوا به يې ورته د قوم مشر وايه.

فخر رازي په کبير تفسير کې د بقره د سورت د (تلک الرسل فضلنا بعضهم على بعض؛ تېر انبياء مو ځينې پر ځينو غوره کړل) آيت په تفسير کې روايتوي، چې د عمرو عبدود تر وژولو روسته، رسول الله، علي وپوښت: علي! هغه مهال دې خپل زړه څنګه وموند؟ علي وويل: هغه مهال مې زړه دومره پياوړى و، چې که ټوله مدينه راسره جنګېدلې واى؛ نو ورسره به جنګېدلاى وم.

سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت د (وردالله الذين کفروا بغيظهم لم ينالوا خيزا و کفى الله المؤمنين القتال) د آيت په تفسير کې له ابي حاتم، ابن مردويه او ابن عساکر ټول له ابن مسعود روايت کړى، چې هغه دا آيت داسې ولوسته کړ: (و کفى الله المؤمنين القتال بعلي بن ابيطالب) او دا مانا ذهبي هم د ميزان الاعتدال د دويم ټوک په ١٧ مخ کې له ابن مسعود نقل کړې _؛ البته مانا يې دا نه ده، چې د علي بن ابيطالب ټکى هم د قرآن برخه وه، چې بيا لرې شوې؛ بلکې ابن مسعود غوښتل ووايي، چې دا آيت د علي بن ابيطالب په اړه نازل شوى دى.

د خيبر او حنين غزاګانې

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: شپږم ټوک، ٨ مخ) په خپل سند له ابي رافع روايتوي، چې له علي سره د خيبر د کلاوو پر لور ولاړو؛ نو همداچې کلاوو ته ورنږدې شو؛ نو له کلاګانو پرې يرغل وشو او له علي سره ونښتل، چې يو سړي پر علي د تورې ګوزار وکړ او ډال يې ترې ګوزار کړ؛ نو علي يو ور راواخسته او خپل ډال يې کړ او تر هغې يې په لاس کې و، چې خيبر يې سوبه کړ او بيا يې پر ځمکه ګوزار کړ، چې بيا زه او اووه کسان نور ولاړو، چې ور راپورته کړو، چې څومره دروند دى؛ خو څومره زورونه مو چې ووهل، له ځايه مو و نه خوځاوه.

دا روايت (ابن جرير طبري؛ تاريخ: دويم ټوک: ٣٠٠ مخ) او (علي بن سلطان؛ مرقاة: پينځم ټوک، ٥٦٦ مخ) کې هم راوړى او د احمد بن حنبل مناقب ته يې نسبت ورکړى دى.

(د بغداد تاريخ: يوولسم ټوک، ٣٢٤ مخ) په خپل سند له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي، چې د خيبر د سوبې پر ورځ، چې علي کوم ور اوچت کړى و؛ نو تر څلوېښت کسانو لږو و نشو کړاى اوچت يې کړي.

 دا روايت (ذهبي؛ ميزان الاعتدال: دويم ټوک، ٢١٨ مخ)، (عسقلاني؛ فتح الباري: نهم ټوک، ١٨ مخ)، (علي بن سلطان؛ مرقاة: پينځم ټوک، ٥٦٧ مخ)، (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ١٨٨ مخ) هم راوړى او محب طبري او علي بن سلطان ويلي: بيا چې غوښتل دا ور پر خپل ځاى کېږدي؛ نو اويا کسانو دا کار وکړ او دا خبره يې د حاکمي اربعين ته نسبت ورکړې ده.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٨ مخ) له جابر بن سمرة روايتوي، چې وايي: علي د خيبر پر ورځ ور را ونړاوه او مسلمانان کلا ته ننووتل او کلا يې سوبه کړه او بيا تر څلويښتو لږو کسانو و نه شو کړاى ور اوچت کړي.

(ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٣٩٨ مخ) له زبير بن بکار له عبدالله بن بريده له حضرت بريده روايتوي، چې حضرت ام سلمه بي بي هم د خيبر په جګړه کې وه او و يې ويل: د مرحب پر غاښونو مې د علي د تورې د ګوزار غږ واورېد.

فخر رازي په کبير تفسير کې د کهف د سورت د (ام حسبت ان اصحاب الکهف و الرقيم کانوا من آياتنا عجبا) آيت په تفسير کې د کراماتو پېښېدو ته شپږم دليل راوړي، وايي: څوک چې د عالم غيب په اړه ډېره پوهه ولري؛ نو زړه او ماغزه يې غښتلي وي؛ نو ځکه حضرت علي کرم الله وجهه وايي: پر الله تعالی قسم، چې هغه مهال مې د خيبر ور په جسماني ځواک پورته نه کړ او په رباني او اسماني ځواک مې پورته کړ او داچې هغه مهال حضرت علي کرم الله وجهه په ټوليزه توګه له مادي نړۍ سره اړيکه پرېکړې وه او د نور پرښتو پرې د عالم کبرياء رڼا اچولې وه، چې په پايله کې يې اروا د ملکي ارواګانو په څېر غښتلې شوې وه او داسې ځواک يې لاس ته راوړى و، چې تر اوسه لا هيچا هم لاس ته نه و راوړى.

 (هيثمي؛ مجمع: شپږم ټوک، ١٨٠ مخ) وايي: له حضرت انس بن مالک روايت، دى چې وايي: د حنين د جګړې پر ورځ له حضرت عباس د پېغمبر تره، حضرت ابوسفيان بن حارث د پېغمبر د تره زوى او علي پرته ټول وتښتېدل او يوازې دوى ول، چې په هغه حال کې جنګېدل.

او د هماغه ټوک په ١٨٢ مخ کې له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: حضرت علي بن ابيطالب يو موټى خاورې رسول الله ته ورکړې او رسول الله پر دښمن وروشيندلې.

 حضرت علي پر ځمکه سيف الله او اسدالله دى

(ذخاير العقبى: ٩٢ مخ) له حضرت انس بن مالک روايتوي، چې وايي: رسول الله پر ممبر کېناست او ډېره وينا يې وکړه او بيا يې وپوښتل: علي بن ابيطالب چېرې دى؟ علي له ځايه پاڅېد او و يې ويل: رسول الله حاضر يم. رسول الله خپلې سينې ته رانږدې او د دوو سترګو تر منځ يې ښکل کړ او پر لوړ غږ يې وويل: مسلمانانو! دا زما رور، د تره زوى او زوم دى؛ زما غوښه، وينه او ويښته دى؛ دا زما د دوو زامنو پلار دى، چې د جنت د ځوانانو ښاغلي دي، دا دى چې تل يې زما د ستونزو غوټى پرانستې، پر ځمکه د الله تعالی دښمنانو پر خلاف سيف الله او اسدالله دى، پر دښمنانو دې يې د الله تعالی لعنت وي، زه او الله تعالی يې له دښمنانو کرکجن يو او که څوک غواړي له ما او خدايه بېزاره شي؛ نو له علي دې بېزاره شي او ناست کسان دې دا خبره هغوى ته ورسوي، چې نشته. بيا يې وويل: علي کېنه! چې الله تعالی معرفي کړې.

(ابن قتيبه؛ الامامة والسياسية: ٩٧ مخ) له ابو المجحن ثقفي پرته له سنده روايت نقل کړى، چې معاويه ته ورغى او ورته يې وويل: زه له بې سره، بې ژبې، ډارن او بخيل علي بن ابيطالب څخه راغلم. معاويه وويل: ته او الله تعالی! پوهېږې چې څه وايې؟ او دا چې و دې ويل، هغه بې ژبې دى؛ نو پر الله تعالی قسم که د خلکو ټولې ژبې يو ځاى شي؛ نو يوازې د علي ژبه ورته کافي ده او داچې و دې ويل، چې هغه ډارن دى؛ نو مور دې سر ته کېنه؛ تا تر اوسه څوک ليدلى، چې علي ته به ټينګ شوى وي او پر منځ به يې نه وي نيم کړى؟ او داچې و دې ويل، هغه کنجوس دى؛ نو پر الله تعالی قسم، چې يو کور له سرو زرو او بل له بوسو ورکړې؛ نو سره زره به تر بوسو مخکې انفاق کړي. د ابوالمحجن زوى وويل: نو ولې وسره جنګېږې. معاويه وويل: د عثمان د وينې د غچ لپاره.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٢٥ مخ) حضرت ابن عباس وپوښتل شو: د صفين په جګړه کې په خپله جګړې ته تللى وې که نه؟ ځواب يې ورکړ: پر الله تعالی قسم د هغه په څېر مې هېڅ څوک نه دي ليدلي، چې د مرګ خولې ته ځان ورغورځوي او له ډېرو جنګياليو سره جنګېدلى او ټول يې وژلي دي.

محب طبري د ذخاير په ٩٩ مخ کې راوړي او واقدي ته يې نسبت ورکوي او وايي: ابن هشام له يو داسې کس نقل کړي، چې ډاډ يې پرې درلود چې وايي: پر هغه ورځ، چې مسلمانانو بني قريظه کلا بندکړي ول؛ نو حضرت علي يوازې يو غږ وکړ: د ايمان سرتېرو بريد وکړئ او په خپله له حضرت زبير بن عوام سره مخکې ولاړ او غږ يې کړ: پر الله تعالی قسم، هغه شربت څښم، چې تره مې حمزه سيد الشهدا وڅښکه او يا به کلا سوبه کړم. د کلا خلکو چغې کړې: محمده! د سعد بن معاذ پرېکړه مو قبوله ده.

د ټولو جګړو مشري د حضرت علي په لاس کې وه

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١١ مخ) او همداراز (درېیم ټوک، ١٣٧ مخ) په دې اړه دوه روايتونه راوړي، چې په دويمي کې مالک بن دينار وايي: حضرت سعيد بن جبير مې وپوښت: په جګړو کې د رسول الله بېرغ د چا په لاس کې و؟ له مانا ډکه کتنه يې راته وکړه او را ته يې وويل: راته ښکاري، چې ډېر بې فکره او خونسرده انسان يې. زه ډېر خپه شوم او د هغه دا خبره مې د هغه ملګري قراء ته وکړه، چې ما له سعيد پوښتنه وکړه، و يې ويل: په داسې ځاى کې دې وپوښت، چې له حجاج څخه وېرېده او پټ و او نن راغلى او د کعبې په شاوخوا کې يې پېدا کولاى شې؛ نو ته کړاى، شې چې ورشې او خپله پوښتنه ترې وکړې او ځواب دې واخلې؛ نو ما هم د کعبې مخامخ پوښتنه وکړه او راته يې وويل: په ټولو جګړو کې د رسول الله بېرغ له علي سره و او زه دا له حضرت ابن عباس روايتوم.

دا روايت ابن سعد هم د طبقات د درېیم ټوک په ١٥ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى، چې سعد وايي: پر لار به د جګړې بېرغ ابن ميسره عبسي وړه؛ خو چې جګړه به شوه؛ نو علي به په لاس کې نيوه.

 دا روايت (ذخاير: ٧٥ مخ) هم راوړى او د احمد بن حنبل مناقب ته يې نسبت ورکړى دى.

په تېرو مخونو کې مو له (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٤٩٩ مخ) له قيس بن ابي حازم يو روايت راوړ، چې وايي: په مدينه کې په بازار کې ګرځېدم او د زيب تېږې ته ورسېدم، چې يوه ډله مې وليده، چې علي ته کنځل کوي او څوک هم ورته څه نه وايي، چې حضرت سعد بن ابي وقاص رامخکې شو او و يې ويل: آيا علي ړومبى مسلمان، ړومبى لمونځ کوونکى، تر ټولو زاهد، تر ټولو عالم، د رسول الله زوم او د الله تعالی د رسول د بېرغ خاوند نه و. (د حديث تر پايه)

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٣٦٨مخ ) په خپل سند له مقسم (ابن حجر؛ تهذيب التهذيب: درېیم ټوک، ٤٧٥ مخ) له نوموړي (اسدالغابه: څلورم ټوک، ٢٠ مخ) له ثعلبة بن ابي مالک، (کنزالعمال: پينځم ټوک، ٢٩٥ مخ) له سعد بن عباده، (ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، لومړى قسم، ١٤ مخ) له قتادة، (رياض النضره: دويم ټوک، ١٩١مخ) له حضرت ابن عباس، (هيثمي؛ مجمع: پينځم ټوک، ٣١١ مخ)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١١ مخ)، (کنزالعمال: پينځم ټوک، ٢٦٩ مخ) له حضرت ابن عباس، (هيثمي؛ مجمع: شپږم ټوک، ١١٤ مخ)، (رياض النضره: دويم ټوک، ١٩١ مخ)، (احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ١٦ مخ)، (اسدالغابه: څلورم ټوک، ٢١ مخ) او (صواعق محرقه: ٧٦ مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې راغلي: ابويعلي له حضرت ابوهريرة روايتوي، چې وايي: حضرت عمر بن خطاب وويل: علي ته داسې ځانګړنې لرې، چې که يوه يې هم ما درلوده؛ نو تر ټولو نعمتونو به راته ښه وه. پوښتنه وشوه: هغه کومې ځانګړنې دي؟ له فاطمې سره واده، په جومات کې ژوند او د خيبر د جګړې د ورځې بېرغ.

الله تعالی د حضرت علي زړه پر ايمان ازمېيلى دى

(صحيح ترمذي: دويم ټوک) په خپل سند له ربعي بن حراش روايتوي چې وايي: علي بن ابيطالب د کوفې په رحبه کې خلکو ته وويل: د حديبيه پر ورځ يوه ډله مشرکانو، چې سهيل بن عمر هم پکې و، رسول الله ته وويل: زموږ ځينې زامن، خپلوان او مريان په دې نامه، چې مسلمانان شوي مدينې ته درغلي؛ خو شته داسې کسان، چې نه پوهېږي، چې اصلاً دين څه ته وايي او مطلب يې دا و، چې زموږ مالونه يې له ځان سره مدينې ته دروړي؛ نو داسې خلک راوسپارئ. رسول الله وويل: که ديني پوهه نه لري؛ نو ديني پوهه به ورزده کړو او په ګواښ يې وويل: د قريشو ډلې! يا مو له دې چارو لاس واخلئ او يا به داسې سړى درولېږم، چې په توره مو سمې لار ته راوړي، چې الله تعالی يې پر ايمان زړه ازمېيلى دى. خلکو وپوښتل: رسول الله! هغه څوک دى؟ دا مهال حضرت ابوبکر او حضرت عمر دواړو په يو بل پسې سرونه راپورته کړل. رسول الله چوپ و او بيا يې وويل: هغه چې خپلې پڼې ګنډي او هغه مهال حضرت علي د رسول الله پڼې ګنډلې. بيا علي راوکتل، و يې ويل: دالله تعالی استازي وويل: کور دې وسوځېږي د هغه چې پر موږ دروغ تړي.

 دا روايت (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٧ مخ کې راوړى او ابن جرير ته يې نسبت ورکړى او صحيح يې ګڼلى)، (مستدرک الصحيحين: دويم ټوک، ١٣٧ مخ او همداراز څلورم ټوک، ٢٩٨ مخ )، (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٦ مخ) همدې مضمون ته نږدې يو بل روايت هم نقل کړى، (د بغداد تاريخ: لومړى ټوک، ١٣٣ مخ) له ربعي او د اتم ټوک په ٤٣٣ مخ کې له بلې لارې او دويم ټوک په ٤٠٨ مخ کې په لنډه نقل کړى دى.

رسول الله به خطبه ويله او حضرت علي به يې وينا تقريروله

(صحيح ابي داود: پينځه ويشتم باب: د سرو جامو د اغوستو د جواز باب: ١١٦ مخ) وايي: مسدد ابومعاويه له هلال بن عامر له پلاره موږ ته نقل کړى، چې وايي: رسول الله مې په منى کې پر اوښ وليد، چې خلکو ته يې خطبه ويله او سره چپن يې پر تن وه او علي يې خبرې خلکو ته پر لوړ غږ رسولې.

 دا روايت (بيهقي؛ سنن: درېیم ټوک، ٢٤٧ مخ) هم نقل کړى دى.

(اسدالغابه: دويم ټوک، ١٥٥ مخ او همداراز پينځم ټوک، ١١ مخ) د نافع بن عمر او مزني د حال په شرح کې وايي: زه په حجة الوداع کې پينځه او که تر پينځو کلونو مې عمر ډېر و، چې پلار مې له لاسه ونيوم او رسول الله ته يې نږدې بوتلم، چې د شهباء په نامه پر قاطر سپور و او خطبه يې ويله او علي به پر لوړ غږ خلکو ته رساوه او ما د رسول الله پر زنګون لاس وواهه او راکوز مې کړ او پر پښو مې هم ورته وواهه، چې په ماشومتوب کې مې يوازې همدا ذهن ته راتلل، چې و مې کړل.

يوازې حضرت علي د رسول الله پر اوږو وخوت

(خصايص نسائي: ٣١ مخ) په خپل سند له ابي مريم روايتوي، چې وايي: حضرت علي وويل: د الله تعالی له استازي سره مسجد الحرام ته د کعبې څنګ ته راغلو، چې زما پر اوږو وخوت او زه هم جيګ شوم، چې رسول الله احساس وکړ، چې زه يې د درونوالي وس نه لرم؛ نو راته يې وويل: کېنه او زه هم کېناستم. بيا په خپله کېناست او ما ته يې وويل: ته زما پر اوږو پورته شه. زه يې پر اوږو وختم او او پورته يې کړم؛ نو هغه مهال مې داسې احساس کړل، چې که وغواړم د اسمان هر ځاى ته لاس وروړم؛ نو وړاى يې شم؛ نو د کعبې چت ته وختم او د کعبې له پاسه مسي بوتان مې له بېخه راونړول. رسول الله راته وويل: لاندې يې راګوزار کړه او ما هم راګوزار کړل او ټوټې ټوټې شول او بيا له رسول الله سره په بيړه راغلو، چې څوک مو و نه ويني او په کور کې پټ شوو.

دا روايت حاکم هم د مستدرک د دويم ټوک په ٣٦٦ مخ کې راوړى، پکې راغلي: د کعبې بام ته، چې وروختم؛ نو رسول الله شا ته شو او و يې ويل: هغه ستر بوت راګوزار کړه. ما وليدل، چې ستر مېخ يې پرې وهلى دى، راته يې وويل: خواري پرې وکړه، چې و يې نړوې او ما پرې دومره خواري وکړه، چې له ځايه مې رانړاوه او لاندې مې راګوزار کړ او بيا مې د کعبې له بامه راټوپ کړل او د الله تعالی له استازي سره په بيړه له جوماته بهر ووتو او ژر مو ځان خوندي کړ، چې څوک مو و نه ويني.

دا روايت (احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٨٤، ١٥١ مخونو په لنډه)، (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٧ مخ) او د هغه د وينا له مخې ابن ابي شيبه، ابويعلي، ابن جرير، (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ٢٠٠ مخ) او د هغه د وينا له مخې احمد او د (الصفوه) د کتاب خاوند او حاکمي هم نقل کړى دى.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٥ مخ) په خپل سند له ابي مريم اسدي له علي روايتوي، چې وايي: پر هغه شپه، چې رسول الله ما ته وويل، چې په بستره کې يې ويده شم، چې له مکې څخه يې مدينې ته هجرت کاوه؛ نو زه يې له ځان سره مسجد الحرام ته بوتلم او راته يې وويل: کېنه او زه کېناستم او د کعبې ديوال ته مې تکيه وکړه او رسول الله مې پر اوږو پورته شو او راته يې وويل: پاڅه او زه پاڅېدم او و يې ليدل چې درون والى يې نه شم زغملاى، راته يې وويل: کېنه او لاندې راکوز شو او ما ته يې وويل: ته وخېژه او زه يې پر اوږو وختم او زه يې پر اوږو پورته کړم او هغه مهال مې ونګېرل، چې که وغواړم؛ نو اسمان ته هم لاس وروړاى شم او بيا د کعبې بام ته وروختم او هغه ستر بوت چې پر سيخ د کعبې پر بام نښتى و، راو مې نړاوه او راګوزار مې کړ او ټوټې ټوټې شو.

تېر روايتونه تر هجرته مخکې د بوتانو ماتولو لپاره وو او لاندې روايت د مکې تر سوبې روسته د بوتانو ماتولو په اړه دى، چې زمخشري د اسراء د سورت (و قل جاء الحق و زهق الباطل ان الباطل کان زهوقا) آيت په تفسير کې راوړى، چې وايي: دا آيت، چې د مکې د سوبې پر مهال نازل شو، حضرت جبراييل رسول الله ته وويل: خپله همسا راواخله او بوتان پرې لاندې راګوزار کړه؛ نو مشرکينو هم ننداره کوله، رسول الله به چې د خپلې همسا په نوکه د کوم بوت پر لور اشاره کوله؛ نو هغه بوت به راغورځېده؛ نو ټول بوتان، چې راګوزار شول؛ نو د خزاعه د ټبر بوت، چې د کعبې پر بام و، پاتې شو، چې رسول الله، حضرت علي ته وويل: لاندې يې راګوزار کړه او بيا يې علي پر خپلو اوږو د کعبې بام ته ور پورته کړ او حضرت علي هغه بوت لاندې راګوزار کړ، چې د مکې خلک له دې کاره خورا حيران ول او ويل به يې: محمد څومره تکړه کوډګر دى.

د برائت د سورت تبليغ

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ١٨٣ مخ) له انس او په هماغه مخ کې يې يو بل روايت له حضرت ابن عباس څخه، (نسائي؛ خصايص: ٢٠ مخ) له زيد بن يثيع، (احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ٢٨٣ مخ)، سيوطي په درالمنثور کې د برائت د سورت په تفسير کې، (خصايص نسائي: ٢٠ مخ) له سعد، (ابن جرير؛ تفسير: لسم ټوک، ٤٦ مخ) له زيد بن يثيع او همداراز د هماغه ټوک په هماغه مخ کې يې له حضرت ابن عباس او په اووم مخ کې له سرى، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٥١ مخ) له حضرت جميع بن عمير څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې د ټولو نچوړ دادى، چې رسول الله حضرت ابوبکر ته حکم وکړ، چې د برائت سورت مکې ته يوسي او مشرکينو ته يې و وايي او په ځينو روايتونو کې راغلي، چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر دواړو ته يې ورکړ او هغه په ذي الحليفه کې د شجره جومات ته رسېدلې و_ په ځينو روايتونو کې دي، چې په جحفه جومات پورې رسېدلي ول، چې د رسول الله د اوښ غږ يې واورېد او ګومان يې وکړ، چې رسول الله دى، چې رانږدې شو، و يې ليدل چې حضرت علي پرې ناست دى، چې حضرت علي وويل: د برائت سورت بايد زه يوسم او تاسې ستانه شئ _ چې په خپګان په دې خيال بېرته راستانه شوو، چې الله تعالی خو يې کوم آيت رټنې ته نه وي رالېږلى، رسول الله ته چې راغلل، و يې پوښتل: آيا زموږ په اړه کوم آيت راغلى، چې رسول الله وويل: ((راته وحې شوې، چې د برائت سورت يا زه پخپله او يا هغه چې له ما او زما له اهلبيتو وي، خلکو ته ووايي.))

زيد بن يثيع، حضرت علي وپوښت: د برائت په سورت کې څه وو؟ حضرت علي وويل: پايله يې څلور ټکي ول: لومړى داچې تردې روسته يو مشرک هم حق نه لري بربنډ د کعبې طواف وکړي؛ ځکه مشرکان داسې وو، چې نر او ښځو به يې بربنډ د الله تعالی د کور طواف کاوه او خيال يې کاوه، چې په هغو جامو کې يې چې ګناه کړې؛ نو پکې بايد د الله تعالی کور ته رانشي. دويم داچې چاچې د الله تعالی له استازي سره کوم تړون او ژمنه درلوده؛ نو هغه تړونونه او ژمنې تردې روسته نه غځېږي او څوک هم چې ورسره تړون نه لري؛ نو تر څلور مياشتو پورې وخت لري _ يا دې له دې ښاره پښې سپکې کړي يا دې مسلمانان شي او يا دې جزيه ورکړي _ درېیم داچې هېڅ څوک به جنت ته داخل نشي؛ خو داچې په زړه کې پر ايکي يو الله تعالی ايمان ولري او څلورم داچې تر دې روسته به مسلمانان او مشرکين په يو ځاى کې راټول نشي.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٣ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: لومړى ټوک، ٢٤٦ مخ) او د هغه د وينا له مخې، ابن جزيمه، ابوعوانه، دارقطني _ د افراد په کتاب کې _، (محب طبري؛ ذخاير: ٦٩ مخ)، (احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٥١ مخ) له حنش او په ٣٣٠ مخ کې له عمرو بن ميمون او سيوطي په درالمنثور کې له ابن حبان، ابن مردويه او حضرت ابي سعيد خدري په دې اړه روايتونه نقل کړي دي.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٩ مخ) له حضرت جابر نقل کړي، چې وايي: چې کله د مدينې د قبا د کلي خلکو له رسول الله څخه وغوښتل جومات ورته جوړ کړي _هغه جومات تر اوسه هم شته دى _ د الله تعالی استازي خپلو اصحابو ته وويل: يو پاڅئ او پر اوښ سواره شئ او چېرې، چې اوښ ودرېد؛ نو هلته به جومات جوړ کړو؛ ځکه زما اوښ ته دا دنده ورکړه شوې ده؛ نو ړومبى حضرت ابوبکر پاڅېد او چې پر اوښ سپور شو، اوښ له خپل ځايه اوچت نشو او څومره خوارۍ يې هم چې پرې وکړې، اوښ له ځايه اوچت نشو؛ نو راکوز او رسول الله ته راستون شو او تر هغه روسته حضرت عمر ولاړ او پر اوښ سپور شو؛ خو هر کار يې چې وکړ؛ خو اوښ له خپل ځايه اوچت نشو او دا ځل حضرت علي ولاړ او پر اوښ کېناست او همداچې پر اوښ کېناست؛ نو اوښ له خپل ځايه پاڅېد. رسول الله وويل: علي! د اوښ واګې پرېږده! پرېږده چې په هر ځاى کې يې چې خوښه وي؛ په هماغه ځاى کې کېني؛ ځکه دې څاروي ته دنده ورکړه شوې ده.

 دا روايت (هيثمي؛ مجمع: څلورم ټوک، ١١ مخ) هم نقل کړى او د هغه د وينا له مخې، طبراني په کبير تفسير کې هم نقل کړى دى.

رسول الله حضرت علي ته دنده ورکړه

چې پېريان راوبلي

(اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ٢٣٥ مخ) د عرفطة بن شمراح د حالاتو په شرح کې، چې د پېريانو د بني نجاح له ټبره دى د حرائطي د هواتف له کتابه په يوه سند له حضرت سلمان پارسي روايت نقل کړى، چې وايي: په يوه باراني ورځ کې د الله تعالی له استازي سره په جومات کې ناست وو، چې يو غږ مو واورېد: السلام عليک يا رسول الله! خو څوک نه ليدل کېدل. رسول الله پوښتنه وکړه: څوک يې؟ و يې ويل: زه غرفطة د شمراح پيري زوى يم او اسلام مې راوړى دى. پېغمبر وويل: آفرين دې پر تا وي، ځان راوښيه! سلمان وايي: ناڅاپه زموږ مخې ته يو سپين ږيرى بوډا راووت، چې پېړ او ګڼ ويښتان يې درلودل او سترګې يې په اوږدو پرانستې، خوله يې په سينه، مخ يې له ويښتو ډک، خوله يې اوږده او په ګوتو کې يې د مرغانو د پنجو په څېر نوکان وو؛ نو ما چې وليد، ويښتان مې نېغ ودرېدل. دې بوډا پيري وويل: رسول الله! څوک راسره ولېږه، چې زموږ ډله هم اسلام ته راوبلي او زه به يې روغ رمټ تاسې ته راستون کړم.

 ابن حجر له خرائطي څخه د علي د لېږلو اوږده کيسه نقلوي، تردې چې وايي: علي يې پر اوښ سپور کړ او سلمان يې ورپسې او دا درې کسان همداسې ولاړل، چې يوې وچې او شاړې بيديا ته ورسېدل او علي پر ټوله لار د الله تعالی پر ذکر بوخت و او بيا حضرت سلمان هغه بوډا او نورو پېريانو ته سهار د لمانځه جمه ورکړه؛ بيا حضرت علي خطبې ته ودرېد او پيريان ترې راټول شول. علي د اوږدې مودې لپاره دعا وکړه، چې ناڅاپه برېښنا راغله او ډېر پيريان يې وسوځول او نورو يې اسلام راوړ او حضرت علي له حضرت سلمان سره راستون شو. رسول الله چې کيسه واورېده؛ نو و يې ويل: هغوى به د قيامت تر ورځې پر تا شمېري.

رسول الله د قرآن د تنزيل لپاره وجنګېد او حضرت علي به يې د تاويل لپاره جنګېږي

(خصايص نسائي: ٤٠ مخ) له حضرت ابي سعيد خدري، (حاکم، مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢٢ مخ) له دوو لارو له ابي سعيد خدري، (امام احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ٣٣مخ) له ابي سعيد او د درېیم ټوک په ٨٢ مخ کې له دوو لارو، (ابونعيم؛ حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٦٧ مخ) له ابي سعيد، (ابن اثير؛ اسدالغابه: درېیم ټوک، ٢٨٢ مخ) له سرى بن اسماعيل له عامر شعبي له عبدالرحمان بن بشير او د څلورم ټوک په ٣٢ مخ کې، (ابن حجر؛ اصابه: لومړى ټوک، لومړى قسم، ٢٢ مخ) له اخضر بن ابي الاخضر او همداراز د څلورم ټوک د لومړي قسم په ١٥٢ مخ کې له باوردي او ابن منده د سيف بن محمد له لارې روايتونه نقل کړي چې ناقلان يې وايي: رسول الله ته په تمه وو، چې راغى، ټول يو ځاى لمانځه ته ولاړو، څو ګامه مخکې نه وو تللي، چې پڼه يې وشلېده، علي ته يې د ګنډلو لپاره ورکړ، چې حضرت علي روسته پاتې شو او رسول الله د خطبو پر ويلو لګيا شو، و يې ويل: په تاسې کې داسې څوک شته، چې د قرآن د تاويل لپاره به وجنګېږي؛ لکه چې زه د قرآن د تنزيل لپاره وجنګېدم؛ نو موږ ټولو چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر هم راکې ول، سرونه راپورته کړل، چې کېداى شي مطلب يې موږ يو؛ خو رسول الله وويل: نه په تاسې کې يو هم نه دى او هغه دى، چې له موږ شاته پاتې شوى، چې زموږ پڼې وګنډي، دا زېرى مو چې پر علي وکړ، چې رسول الله ستا په اړه داسې وويل؛ نو ډېره خوشحالي يې څرګنده نه کړه؛ ګواکې رسول الله ورته پخوا ويلي وو.

(استيعاب: دويم ټوک، ٤٢٣ مخ) وايي: له اعمش له ابي عبدالرحمان سلمي روايت شوى، چې وايي: د صفين په جګړه کې له حضرت علي سره وو، چې حضرت عمار ياسر به چې هر لوري ته تله؛ نو ټول اصحاب به هم ورپسې تلل، ته وا حضرت عمار يې بېرغ و او پر هماغه مهال يې هاشم بن عتبه ته وويل: هاشمه! ددې تورو له پړکاره ځان جنت ته ننباسه، چې نن به زه هم خپل دوستان؛ يعنې محمد او ګوند يې ووينم؛ پر الله تعالی قسم، که موږ ته ماتې راکړي او د هجر تر کجورو مو _ ګواکې په مدينه يا کوفه کې کومه سيمه ده _ وځغلوي؛ نو بيا به هم ډاډ ولرم، چې هغوى پر باطله او موږ پر حقه يو او بيا يې شعرونه وويل، چې خلک يې پوه کړل، چې د صفين جګړه هماغه د رسول الله وينا ده، چې حضرت علي ته يې ويلي ول، چې د قرآن د تاويل پر سر به جنګېږې:

نحــن ضربناکم على تنزيله  فاليم نضربکم على تاويله

ضربـاً يزيل الهام من مقيله و يذهل الخليل عن خليله

او يرجع الحق الى سبيله

يعنې موږ وو، چې په بدر، احد او احزاب کې مو درسره د قرآن پر تنزيل جګړه کوله او نن يې د تاويل په پار تاسې وهو، هغه وهل، چې يا سرونه له خپل ځايه ونړېږي او هر ملګرى خپل ملګرى له ياده وباسي او يا داچې حق خپل بهير ته راستون شي.

(متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٥، ٣٩٠، ٣٩١ مخ په دې اړه روايتونه راوړي، چې په منځني کې يې له حضرت ابي ذر غفاري نقل، کړي چې وايي: د الله تعالی له استازي سره په بقيع الرقد (په مدينه منوره کې د يوې هديرې نوم دى) کې وو، چې و يې ويل: قسم پر هغه الله تعالی، چې ژوند مې يې په لاس کې دى، چې په تاسې کې يو سړى دى، چې د قرآن د تاويل پر سر به جنګېږي؛ لکه څنګه چې زه له مشرکينو سره د قرآن د تنزيل لپاره جنګېدم او داچې جګړه يې د ((لا اله الا الله)) له ويونکى سره ده؛ نو خلکو ته به ډېره ګرانه وي او د الله تعالی له ولي به سرغړونه کوي، چې ولې مسلمانان وژنې او دا کړه به يې ناوړه وګڼي؛ لکه څنګه حضرت موسى د حضرت خضر کړه ناوړه وګڼل، چې د خلکو بېړۍ يې سورۍ او يو ماشوم يې وواژه او له هغو خلکو يې دېوال جوړ کړ چې خواړه يې نه وو ورکړي حال دا، د د بېړۍ سوري کول، د ماشوم وژل او د دېوال جوړول د الله تعالی د رضا لپاره وو او د موسى خوښ نشو.

دا روايت ديلمي هم نقل کړى او د کنزالعمال د وينا له مخې، درېیم روايت ابن ابي شيبه، احمد بن حنبل په خپل مسند کې، ابونعيم په حلية، ابويعلي په مسند، ابن حبان په صحيح، حاکم په مستدرک، ابونعيم په حلية، او سعيد بن منصور په خپل سنن کې هم نقل کړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٧ مخ) او د هغه د وينا له مخې، احمد په مناقب، متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٤ مخ کې او د هغه د وينا له مخې، ابويعلي او بوصيري له حضرت علي روايت کړى، چې وايي: رسول الله زما په لټه کې و، چې زه يې په يوبڼ کې ويده وموندم، چې پر پښه يې ووهلم او و يې ويل: پاڅه چې خوشحاله دې کړم؛ ته مې رور، د زامنو پلار، ته به زما د سنت په پار وژنه کوې، څوک چې زما پر ژوند ومري؛ نو د جنت په يوه ګوټ کې به وي او څوک چې ستا پر ژوندون ومري؛ نو اجل به يې رارسېدلى وي او که څوک ستا تر مړينې روسته ستا په مينه ومري؛ نو الله تعالی به يې د عمر د پاى ايمان په امنيت کې کړي او دا حکم به تر هغه وي، چې لمر راخېژي او ډوبېږي.

رسول الله علي ته د ناکثينو، قاسطينواو مارقينو د وژلو دنده ورکړې وه

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣٩ مخ) په خپل سند له عقاب بن ثعلبه له حضرت ابو ايوب انصاري روايتوي، چې د حضرت عمر بن خطاب د خلافت پر مهال يې وويل: رسول الله حضرت علي بن ابيطالب ته دنده ورکړه، چې قاسطين، مارقين او ناکثين به وژنې.

او همداراز (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣٩ مخ) له اصبغ بن نباته له حضرت ابوابوب انصاري روايتوي، چې وايي: د الله تعالی له استازي مې واورېدل، چې حضرت علي بن ابيطالب ته يې ويل: ((ته به له ناکثينو سره په طرقات، له قاسطينو سره په نهروانات او له مارقينو سره د کجورو په پاڼو کې جنګېږې.)) حضرت ابو ايوب وايي: ورته مو وويل: رسول الله! هغه مهال موږ ته د چا پلوي په کار ده. رسول الله وويل: د علي بن ابيطالب.

 (د بغداد تاريخ: اتم ټوک، ٣٤٠ مخ) په خپل سند له خليد عصري روايتوي، چې وايي: د نهروان په جګړه کې مې له علي واورېدل، چې و يې ويل: رسول الله دنده راکړې چې له ناکثينو، قاسطينو او مارقينو سره وجنګېږم.

(د بغداد تاريخ: ديارلسم ټوک، ١٨٦ مخ) په خپل سند له علقمه او اسود روايتوي، چې ويلي يې دي: حضرت ابوايوب انصاري، چې د صفين له جګړې راستون شو؛ نو ليدو ته يې ورغلم او ورته مو وويل: ابو ايوبه! پر الله تعالی ګران وې، محمد رسول الله، چې مدينې ته راغى؛ نو په کور کې دې مېشت شو او اوښ يې هم راغى او ستا د کور مخې ته ودرېد او رسول الله ته به چې خلکو څومره ټينګار هم کاوه؛ نو رسول الله به ويل: الله تعالی راته ويلي، چې چېرې دې اوښه ودرېده؛ نو هلته به مېشت شم، چې د رسول الله اوښه ستا د کور مخې ته کېناسته؛ نو آيا سره له دې دومره وياړنو او فضيلتونو درته په کار ول، چې توره راواخلې او د ((لا اله الا الله) _ د معاويه لښکر _(پر ويونکيو يې راوباسې او ورسره وجنګېږې؟ حضرت ابوايوب وويل: هېڅکله لارښـود خپلو لارويانو ته دروغ نه وايي؛ رسول الله دنده راکړې، چې د حضرت علي په پلوۍ له درې ډلو سره وجنګېږو؛ يو يې ناکثين، يو يې قاسطين او بل يې مارقين او مارقين حضرت طلحه، حضرت زبير او لښـکر يې دى، چې له حضرت علي کرم الله وجهه سره يې کړى بيعت مات کړ او د جمل جګړه يې پيل کړه او قاسطين همدوى ول، چې له جګړې يې راستنېږم _ يعنې معاويه او عمرو عاص چې د صفين جګړه يې پيل کړه؛ خو پر الله تعالی قسم، چې تر اوسه خبر نه يم، چې مارقين څوک دي او کله به ورسره جنګېږو. رسول الله وويل: ((د سعيفات، نخيلات او نهروان اصحاب دي، چې انشاءالله ورسره به جنګېږو.)) بيا يې وويل: ما په خپله د الله تعالی له استازي اورېدلي، چې حضرت عمار ياسر ته يې وويل: ((له دينه وتلې، ياغي او ظالمه ډله به دې وژني او پر هغه ورځ ته له حق او حق له تا سره دى، عمار ياسره! چې ګورې علي پر يوه او خلک پر بله دي؛ نو په علي پسې ځه، چې هغه به مو له ښیونه بې لارې نه کړي او هلاکت ته به مو بو نه ځي. عماره! څوک چې په يوه توره له علي سره مرسته وکړي؛ نو الله تعالی به د قيامت پرورځ دوه تورې ورسره وکړي او څوک چې توره د علي پر خلاف او له دښمن سره يې وکاروي؛ نو الله تعالی به د قيامت پر ورځ له اوره دوه تورې ورباندې کړي. علقمه! دومره وينا درته بس نه ده؛ الله تعالی دې وبښه!همدومره درته بس دى، الله تعالی دې وبښه.

دا روايت (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٥ مخ) هم نقل کړى او ديلمي ته يې نسبت ورکړى دى.

(اسدالغابه: څلورم ټوک، ٣٢ مخ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي، چې وايي: رسول الله راته د ناکثينو، مارقينو او قاسطينو د وژلو دنده راکړه. پوښتنه مو وکړه: د الله تعالی استازيه! ددې درېو ډلو د وژلو دنده خو دې راکړه؛ خو هغه مهال د چا پلوي شو؟ و يې ويل: ((له علي بن ابيطالب سره، چې عمار ياسر به يې هم په پلوۍ وژل کېږي.))

(اسدالغابه: څلورم ټوک، ٣٣ مخ) په خپل سند له مخنف بن سليم روايتوي، چې وايي: له حضرت ابوايوب انصاري سره وو، چې ورته مو وويل: په همدې توره دې د رسول الله په پلوۍ مشرکان ووژل او نن پرې مسلمانان وژنې؟ و يې يل: رسول الله د ناکثينو، مارقينو او قاسطينو د وژلو دنده راکړې ده.

 دا روايت د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٨٨ مخ کې راغلى او په پاى کې يې راغلي دي: زه له ناکثانو او قاسطانو سره وجنګېدم او انشاءالله ډېر ژر به له مارقينو سره هم وجنګېږم.

(اسدالغابه: څلورم ټوک، ٣٣ مخ) او سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت د (فاما نذهبن بک فانامنهم منتقمون) د آيت په تفسير کې له ابن مردويه د محمد بن مروان له کلبي له ابي صالح له حضرت جابر بن عبدالله له رسول الله دوه روايتونه راوړي، چې په دويمي کې راغلي: د الله تعالی استازي وويل: دا آيت د علي بن ابيطالب په اړه راغلى، چې تر ما روسته به له ناکثينو، قاسطينو غچ اخلي.

 (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٨٢ مخ) له علي بن ربيعه روايتوي، چې وايي: علي پر ممبر ناست و، چې سړي وپوښت: ولې دومره وينې تويوې او د خپل اوښ په څېر ورسره معامله کوې؛ د رسول الله له لوري دنده لرې که خپل شخصي نظر دې دى؟ حضرت علي وويل: پر الله تعالی قسم، چې نه دروغ وايم او نه راته دروغ ويل شوي؛ نه په خپله بې لارې او نه يې بې لارې کړى يم؛ بلکې هغه ژمنه ده، چې د الله تعالی استازي راسره کړې او زيانکاره دى هغه، چې تور وتړي او رسول الله راسره ژمنه کړې، چې بايد تر هغه روسته له ناکثينو، مارقينو او قاسطينو سره وجنګېږم.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٨٨ مخ) له ثوري او معمر له ابي اسحاق له عاصم بن ضمرة له ابي صادق او همداراز د شپږم ټوک په ٣١٩ مخ کې له ابن مسعود، (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ٢٤٠ مخ)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٢ مخ) له زيد بن علي بن الحسين له پلاره له نيکه له حضرت علي او د اتم ټوک په ٢١٥ مخ کې له يحيى بن عبدالله بن حسن له پلاره، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ٢٣٥ مخ) او د اووم ټوک په ٢٣٨ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې موږ يوازې د کنزالعمال د اتم ټوک په ٢١٥ مخ کې پر روايت بسيا کوو، چې په خپل سند يې له يحيى بن عبدالله بن حسن له پلاره روايتوي، چې وايي: حضرت علي پر ممبر وينا کوله، چې يو سړى پاڅېد او و يې پوښتل: اميرالمؤمنينه! – تر دې چې وايي _ د فتنې په اړه خبر راکړه، آيا د الله تعالی له استازي دې د هغې په اړه پوښتنه کړې که نه؟ علي وويل: هو! د (الف لام ميم احسب الناس ان يترکوا ان يقولوا آمنا و هم لا يفتنون؛ يعنې خلکو! ايا ګومان موکړى، چې يوازې داچې ووياست ايمان مو راوړى؛ نو خلاص به شئ او و به نه ازمېيل شئ)) آيت، چې راغى؛ نو پوه شوم، چې رسول الله په موږ کې دى او نه ازمېيل کېږو او فتنه نه راځي؛ نو پوښتنه مې وکړه: رسول الله! دا کومه فتنه ده، چې الله تعالی يې وعده درکړې ده. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: را ته يې وويل: ((علي! زما امت به ډېر ژر تر ما روسته پر فتنه ککړ شي.)) ورته مې وويل: مور او پلار مې درځار! راته ووياست، چې دا څنګه فتنه او کله ده او تر تاسې روسته زموږ دنده څه ده؟ پېغمبر راته وويل: ډېر ژر به له ناکثانو، قاسطانو او مارقانو سره وجنګېږې او بيا يې د بېل بېل نوم راوښود.

پر علي د ظلم په اړه د رسول الله (ص) وړاندوينه

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٣٦٦ مخ) په خپل سند له قيس بن ابي حازم روايتوي، چې وايي: حضرت علي حضرت زبير ته وويل: يادېږې دې، چې موږ او تاسې د انصارو د يو ټبر په يو څپرګي کې ناست و، چې رسول الله وپوښتلې: زبيره! آيا له علي دې ښه ايسي؟ تا ورته په ځواب کې وويل: ولې ښه نه ايسي؟ درته يې وويل: ډېر ژر به ترې سرغړونه وکړې او توره به پرې راوباسې حال دا، ظالم به يې، زبير، چې دا واورېدل؛ نو ستون شو.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٣٦٦ مخ) له ابي الاسود دئلي، (اسدالغابه: دويم ټوک، ١٩٩ مخ)، (ابن حجر؛ اصابه: درېیم ټوک، ٦مخ)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٣٦٧ مخ) له دوو لارو له ابن جرو مازني، (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ٨٥ مخ) او د هغه د وينا له مخې ابو يعلي، عقيلي، بيهقي د ابن عساکر دلائل، (تهذيب التهذيب: شپږم ټوک، ٣٢٥ مخ) له عبدالسلام کوفي، (عسقلاني؛ فتح الباري: شپاړسم ټوک، ١٦٥ مخ)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٨٢ مخ) له قتادة او په هماغه کې له ابي الاسود په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې راغلي: ابي الاسود دئلي ويلي: علي او لښکر يې، چې د دښمن لښکر ته ورسېد او دوه لښکرې سره په دوو ليکو کې مخامخ شوې؛ نو علي د رسول الله پر اس سپور، د دښمن لښکر ته مخامخ ودرېد او و يې ويل: ووياست چې زبير ما ته راشي. زبير ته يې غږ کړ؛ نو علي ته چې نږدې راغى، ورته يې وويل: زبيره! ستا دې پر الله تعالی قسم وي، چې هغه ورځ په پلاني ځاى کې وو او رسول الله زما او ستا په مخ کې تېر شو او تا ته يې وويل: زبيره! علي درباندې ګران دى؟ تا وويل: آيا د ترور زوى او هغه چې زما په دين کې دى؛ نو راباندې به ګران نه وي؟ او بيا رسول الله راته مخ کړ: علي! زبير درباندې ګران دى؟ ورته مې وويل: رسول الله! د ترور زوى او هغه چې زما په دين کې دى؛ نو راباندې به ګران نه وي؟ او بيا يې درته وويل: سر خلاص کړه زبيره، چې ته به پر علي توره راباسې او ظلم به پرې کوې. زبير وويل: هو! پر الله تعالی قسم چې راياد شول او پر هغه ورځ مې چې دا خبر د الله تعالی له استازي واورېده؛ نو راڅخه هېره شوې وه؛ پر الله تعالی قسم، چې درسره به و نه جنګېږم. بيا حضرت زبير د لښکر تم ځاى ته ولاړ. زوى يې وايي: څه خبرې دي او څه يې وويل: حضرت علي راته د رسول الله هغه حديث راياد کړ، چې ما ته يې ويلي ول، چې ته به له علي سره جنګېږې حال دا چې ظالم به يې او اوس زه له هغه سره له جګړې ډډه کوم. حضرت عبدالله بن زبير خپل پلار ته وويل: اخر ته د جګړې لپاره راغلى يې. ورته يې وويل: نه! زه راغلى يم، چې په خلکو کې سمونه وکړم او اوس ته دا کار وکړه، پرېږده، چې الله تعالی ستا په لاس خلک اصلاح کړي. ورته يې وويل: اوس چې دې قسم خوړلى، چې ورسره و نه جنګېږې؛ نو مريى دې ازاد کړه، چې هغه دلته پاتې شي او تر هغه پورې دلته وسه، چې خلک اصلاح شي. زبير خپل مريى ازاد کړ او په خپله په يو ګوټ کې ودرېد؛ نو همداچې د جګړې لمبه بله شوه؛ نو د خپل اس پر لور ولاړ، پرې سپور شو او د لښکر له تم ځايه لرې شو.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٨٣ مخ) له نذير ضبي او همداراز د شپږم ټوک: ٨٣ مخ له حضرت ابن عباس او بيا د شپږم ټوک په ٨٥ مخ کې له اسود بن قيس او ابن قتيبه څخه د الامامة والسياسة په کتاب (٦٣مخ) کې په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې د روستي نچوړ يې دادى: چې کله حضرت علي او حضرت زبير سره مخ شول؛ نو يو بل ته ورغاړې وتل، پر ژړا شول او علي وويل: زبيره! اباعبدالله! ته دلته څه کوې؟ ورته يې وويل: راغلى يم، چې د حضرت عثمان د وينې غچ واخلم. حضرت علي په حيرانتيا وويل: د عثمان د وينې غچ!!! الله تعالی دې د عثمان وژونکي ووژني! زبير ه آيا يادېږې دي چې ته او رسول الله زما په مخ کې تېر شوئ، چې د الله تعالی استازي راباندې سلام واچاوه او راباندې يې وخندل او بيا يې تا ته وويل: زبيره! يوه ورځ به ته له علي سره جګړه کوې حال دا، ظلم به پرې کوې. زبير: هو پر الله تعالی چې راياد مې شول. علي وويل: نو سره له دې؛ ولې او پر څه راسره جګړه کوې. زبير: پر الله تعالی چې د رسول الله دا وړاندوينه مې هېره کړې وه او که ياده مې واى؛ نو هېڅکله به مې له تا سرغړونه او درسره به مې جګړه نه کوله.

رسول الله (ص) ام المؤمنين عايشه له حضرت علي سره له جګړې منع کړې وه

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١٩ مخ) او (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ٨٤ مخ) دوه روايتونه؛ يو له حضرت ام سلمه بي بي او بل له طاووس نقل کړي، چې رسول الله خپلو مېرمنو ته مخ کړ او و يې پوښتل: په تاسې کې څوک د حوئب سپي خاونده ده؟ نو عايشې بي بي وخندل، چې رسول الله وويل: پام کوه چې هغه ته و نه اوسې.

(ابن جرير طبري؛ تاريخ: درېیم ټوک، ٤٨٥ مخ) په خپل سند له زهري روايتوي چې وايي: ما ته داسې رارسېدلي، حضرت طلحه او حضرت زبير، چې له خپل لښکر سره په ذي قار کې د حضرت علي لښکرته ورسېدل؛ نو د خپل لښکر مخه يې دبصرې پر لور کړه او د منکدر له سيمې ولاړل او په لار کې د حوئب له سيمې سره مخ شول، چې د هغه سيمې سپي پر غپارشول، چې حضرت عايشې بي بي وپوښتل: دا کومه سيمه ده؟ وويل شول: حوئب. بي بي وويل: انا لله و انا اليه راجعون! زه هماغه يم، چې وامې ورېدل، چې رسول الله خپلو مېرمنو ته وويل: کاشکې، چې ويلي مو واى چې په تاسې کومه يوه ده، چې د حوئب سپي به ورپسې غاپي. بيا بي بي عايشې غوښتل له هماغه ځايه ستنه شي، چې عبدالله بن زبير ورغى، ورته يې وويل: تاسې ته يې دروغ ويلي؛ دا سيمه حوئب نه ده او دومره يې ورته غوږونه ډک کړل، چې جګړې ته يې چمتو کړه.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٢٠ مخ) په خپل سند له قيس بن ابي حازم، (امام احمد بن حنبل؛ مسند: شپږم ټوک، ٩٧ مخ)، (عسقلاني؛ فتح الباري: شپاړسم ټوک، ١٦٥ مخ) او د هغه د وينا له مخې ابويعلي او بزار_ هغه دا روايت صحيح ګڼلى او ابن حبان او حاکم _ هغه دا حديث د مسلم او بخاري په تول پوره صحيح ګڼلى، (هيثمي؛ مجمع: اووم ټوک، ٢٣٤ مخ)، (ابن حجر؛ اصابه: اتم ټوک، لومړى قسم، ١١١مخ) د سلمي بنت مالک حذيفه په شرح کې، (هيثمي؛ مجمع: اتم ټوک، ٢٨٩ مخ)، (عسقلاني؛ فتح الباري: شپاړسم ټوک، ١٦٥ مخ)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٨٣ مخ)، (ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٧٤٥ مخ)

(ابن قتيبه: الامامة و السياسة: ٥٥ مخ)، (شبلنجي؛ نولابصار: ٨١ مخ)، (حاکم؛ مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١٩ مخ)، (ابونعيم؛ حلية: دويم ټوک، ٤٨ مخ)، (ابن سعد؛ طبقات: اتم ټوک، ٥٦ مخ)، (د بغداد تاريخ: نهم ټوک، ١٨٥مخ)، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١١٢ مخ) او (ابن جرير طبري؛ تاريخ: درېیم ټوک، ٥٤٨ مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې د حوئب د سيمې سپو په حضرت عايشې بي بي پسې وغپل، چې په ځينو کې يې راغلي، چې حضرت عايشې بي بي وويل: کاشکې د حارث بن هشام په څېر د لسو مړيو سر ته ناسته واى؛ خو په دې لار نه وم راغلې او په ځينو نورو کې راغلي او همداچې عبدالله بن زبير واورېدل، چې ام المؤمنين عايشه غواړي ستنه شي؛ نو خپل لښکرته يې وويل: النجا النجا تښتئ! تښتئ! چې علي بن ابيطالب راورسېد؛ نو لښکر مهلت ورنه کړ، چې عايشه بي بي ستنه شي

(احمد بن حنبل؛ مسند: شپږم ټوک، ٣٩٣ مخ) په خپل سند له ابي رافع روايت کړى، چې رسول الله حضرت علي بن ابيطالب ته وويل: ډېر ژر به ستا او عايشې تر منځ شخړه شي. علي وپوښتل: رسول الله! زه؟ ورته يې وويل: هو! بيا يې وپوښتل: زه؟ ورته يې وويل: هو! علي وويل: هغه مهال به په دواړو کې تر ټولو بد مرغه زه يم. پېغمبر وويل: نه! خو که دا پېښه راپېښه شوه؛ نو خپل کور ته يې ستنه کړه.

دا روايت (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک: ٤١٠ مخ) هم راوړى او د احمد بن حنبل مسند او طبراني ته يې نسبت ورکړى، (هيثمي؛ مجمع: اووم ټوک، ٢٣٤ مخ) هم نقل کړى او احمد، بزار اوطبراني ته يې نسبت ورکړى او ټول رجال يې ډاډمن ګڼلي دي.

(صحيح بخاري: د بداء الخلق کتاب: کيسر او قصرى ته د رسول الله د ليک باب او همداراز د فتن کتاب) وايي: عثمان بن هيثم موږ ته روايت کړى، چې عوف له حسن له ابي بکرة روايت کړى، چې وايي: الله تعالی ما ته له هغه ټکي سره خورا ګټه راکړه، چې دالله تعالی له استازي مې اورېدلې وه، چې نږدې وو، د جمل په جګړه کې له اصحاب جمل سره يو ځاى شم او له علي سره وجنګېږم؛ خو هغه ټکي وساتلم او کيسه يې داسې وه، چې کله رسول الله واورېدل، چې پارسيانو د کسرى لور پر خپل سلطنت کېنولې؛ نو و يې ويل: هغه خلک به بريالي نشي، چې ښځه يې د چارو واکمنه وي او د عايشې بي بي په پېښه کې د رسول الله دا خبره راياده شوه او الله تعالی وساتلم.

(ابن سعد؛ طبقات: اتم ټوک، ١٥٠ مخ) او همداراز (اتم ټوک، ١٥٠ مخ) دوه روايتونه راوړي، چې رسول الله په حجة الوداع کې خپلو مېرمنو ته پرته له دوو؛ يعنې سوده او زمعه د جحش لور، چې نه وې راغلې او پر ياد يې ول، چې الله تعالی ورته ويلي وو: د خپل کور په چوپړ کې شئ _ وويل: دا ځل داچې زما حجة الوداع وه؛ نو راغلئ؛ خو تر دې روسته په خپل کور کېنئ.

دا خبره (د بغداد تاريخ: اووم ټوک، ١١٠ مخ)، (ابن حجر؛ تهذيب التهذيب: يوولسم ټوک، ١٠٧ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: درېیم ټوک، ٢١٤ مخ) له ام سلمه او هماغه د درېیم ټوک په ٢١٤ مخ کې له ابن عمر هم نقل کړې ده.

د رسول الله (ص) وړاندوينه:

 حضرت عمار ياسر (رض) به ياغي او ظالمه ډله وژني

(صحيح بخاري: د صلوة کتاب: د جومات په جوړولو کې د تعاون باب) په خپل سند له عکرمه روايتوي، چې حضرت ابن عباس ما او زوى ته يې وويل: حضرت ابي سعيد ته ولاړ شئ او حديثونه ترې واورئ، چې موږ يې په لټه کې شوو، چې په يو چاردېوالۍ کې مو وموند، چې جوړاوه يې اوچې موږ ته د حديثونو پر نقلولو بوخت شو، چې د جومات د جوړولو خبره شوه، ابو سعيد وويل: موږ به د جومات په جوړولو کې يوه يوه خښته پورته کوله؛ خو حضرت عمار ياسر به دوه دوه ښختې اوچتلې؛ نو د الله تعالی استازي چې وليد؛ نو جامې يې وروڅنډلې او ورته يې وويل: عمار به بې لارې ډله وژني. حضرت عمار وويل: له فتنو له الله تعالی پناه غواړم.

 (صحيح مسلم: د فتن کتاب: د علايم قيامت باب: له دوو لارو له حضرت ابي سعيد خدري او په هماغه باب کې له حضرت ام سلمه بي بي، (صحيح ترمذي: دويم ټوک، د مناقب عمار باب) په خپل سند له حضرت ابي هريرة له ام سلمه له عبدالله بن عمرو له ابي اليسر له حضرت حذيفه، (مستدرک الصحيحين: دويم ټوک، ١٤٨ مخ) په خپل سند له خالد عرني په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې موږ يې يوازې روستى نقلوو، چې خالد عرني وايي: ما او حضرت ابوسعيد خدري، حضرت حذيفه ته ولاړو او ورته مو وويل: د الله تعالی له استازي دې چې څه د فتنو په اړه اورېدلي، موږ ته يې هم ووايه. حضرت حذيفه وويل: رسول الله راته وويل: ((د الله تعالی له کتابه چورلئ او چېرې، چې د الله تعالی کتاب ته؛ نو تاسې هم ورپسې ولاړ شئ.)) ورته مو وويل: که خلکو اړپېچ وکړ؛ نو له چا سره شو؟ پېغمبر وويل: ((بيا تاسې وګورئ، چې ابن سميه له کومې ډلې سره دى؛ نو تاسې هم له هماغې ډلې سره شئ؛ ځکه هغه د الله تعالی له کتابه چورلي.)) په ډله کې مې وپوښتل: ابن سميه څوک دى؟ و يې ويل: نه يې پېژنې؟ ورته مو وويل: راته يې وښيه. و يې ويل: عمار ياسر، چې ما د الله تعالی له استازي واورېدل، چې عمار ته يې ويل: ((ابا اليقظانه! ته به تر هغه نه مرې، چې بې لارې ډله دې ووژني .)) حاکم ددې حديث سندونه سم ګڼلي دي.

(مستدرک ا لصحيحين: درېیم ټوک، ٣٨٥ مخ) په خپل سند له عمارة بن خزيمة بن ثابت روايتوي، چې پلار يې خزيمه د جمل په جګړه کې حاضر و؛ خو توره يې له پوښه را و نه ايسته او د صفين په جګړه کې هم و او خپلو ملګرو ته يې وويل: پر الله تعالی قسم، چې زه ځان د عمار پر وژلو نه بېلارې کوم؛ صبر کوم او ګورم، چې کوم يو لښکر يې وژني، د ابوالغاديه او عمرو عاص، چې حضرت عمار ياسر شهيد کړ؛ نو خزيمه وويل: ضلالت ډېر رانږدې شوى و. ابوالغاديه مزني په نيزه عمار پر تشي وواهه او ٩٤ کلن عمار پر ځمکه راګوزار شو، بيا يې بريد وکړ، چې راوغورځېد او يو سړي پرې ځان ورګوزار کړ، چې د عمار د سر غوڅولو وياړ په خپله برخه کړي، چې يو بل سړى ورسره په شخړه شو، چې عمار ما وژلى او سر يې بايد ما ته راکړې. عمرو عاص له لرې په ننداره و او و يې ويل: پر الله تعالی قسم، چې د دوزخ د اور پر سر شخړه کوي او بيا يې له ځان سره وويل: د ضلالت د لښکر په واسطه د عمار وژل کېدل_ هماغه دي او ته په خپله پوهېږې، چې د کوم لښکر مشري دې پر غاړه اخستې؛ پر الله تعالی قسم، چې خوښ وم شل کاله مخکې مړ شوى واى؛ خو دا کار مې نه و کړى.

دا روايت (ابن سعد: طبقات: درېیم ټوک، ١٨٥ مخ) هم نقل کړى او په پاى کې يې ويلي: بيا خزيمه بن ثابت: ضلالت رانږدې شوى، توره يې له پوښه راوايسته او د علي په پلوۍ و جنګېد او شهيد شو.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٣٨٦ مخ) په خپل سند له محمد بن عمر بن حزم روايتوي، چې وايي: چې کله عمار ياسر د معاويه لښکر وواژه؛ نو عمرو بن حازم عمرو عاص ته خبر ورکړ او ورته يې وويل: عمار ياسر زموږ وواژه، چې ما په خپله د الله تعالی له استازي اورېدلي وو، چې ويل يې: ((عمار به ضلالت وژني.)) عمرو عاص سخت خپه شو او پر خپګان يې معاويه ته ولاړ. معاويه وويل: ولې دومره خپه يې؟ ورته يې وويل: عمار زموږ وژلى دى، چې ما په خپله د الله تعالی له استازي اورېدلي ول، چې ويل يې: عمار به د ضلالت ډله وژني او داچې معاويه وکړاى شي عمرو عاص تېرباسي؛ نو ورته يې وويل: مګر عمار ياسر موږ وژلى؟ علي او اصحابو يې وژلى، چې بوډا يې زموږ غشيو او تورو ته مخامخ کړ.

بيا حاکم وايي: دا حديث د مسلم او بخاري پر شرائطو صحيح حديث دى او ډېر ژر به د علي ځواب هم رواړل شي، چې معاويه ته يې په ځواب کې وويل: که داسې وي؛ نو د حمزه سيدالشهداء وژنکي به مشرکين نه؛ بلکې رسول الله وي، چې حمزه يې جهاد ته راوستى و.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٣٨٧ مخ) دې ورته کيسه له ابي عبدالرحمن سلمي نقل کړې، چې په کې معاويه عمرو عاص ته وويل: ته خو تل له وېرې په خپلو متيازو کې ښو یېږې؛ آيا موږ عمار وژلى که علي او اصحابو يې؟

دا حديث ابن جرير هم د تاريخ د څلورم ټوک په ٢٨ مخ کې په لنډه راوړى دى.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: دويم ټوک، ١٦١ مخ) په خپل سند له عبدالله بن حارث څخه روايت کوي، چې زه د صفين په جګړه کې د معاويه لښکر ونيوم او تر جګړې روسته په لار کې د معاويه او عمروعاص په منځ کې وم؛ نو وا مو نه ورېدل، چې د عمروعاص زوى؛ يعنې عبدالله خپل پلار ته وايي: پلاره! و مو ا نه ورېدل، چې د الله تعالی استازي حضرت عمار ته وويل: د سميه زويه! تا به د ضلالت لښکر وژني. عمرو دا کيسه معاويه ته وکړه، چې نه اورې دا هلک څه وايي؟ معاويه وويل: ته خو تل په غولو کې ډکي وهې او بوى يې ډېرېږي؛ آيا موږ عمار وژلى که علي او اصحابو يې؟

(امام احمد بن حنبل: مسند: دويم ټوک، ١٦٤ مخ) په خپل سند له حنظلة بن خويلد عنبري روايتوي، چې وايي: زه له معاويه سره ناست وم، چې دوه شخړه مار راغلل او د حضرت عمار پر غوڅ شوي سر يې شخړه وه. عبدالله د عمروعاص زوى وويل: په تاسې کې دې يو د بل په ګټه تېر شي، چې ما د الله تعالی له استازي واورېدل، چې عمار به د ضلالت ډله وژني. معاويه وويل: که دا خبره دې اورېدلې؛ نو ولې زموږ په لښکر کې يې؟ و يې ويل: څو ځل مې پلار زما له لاسه رسول الله ته ګيله وکړه. رسول الله راته وويل: چې دې پلار ژوندى وي؛ نو لاروي ترې کوه او زه هم له خپل پلاره د لاروۍ په پار ستا په لښکر کې يم؛ خو توره مې نه ده را ايستې.

ليکوال: ګواکې د عمروعاص زوى نه پوهېده، چې له پلاره لاروي هغه مهال واجبه ده، چې له خدايه سرغړونه نه وي او د ضلالت له لښکر سره يو ځاى کېدل له خدايه سرغړونه ده.

(امام احمد بن حنبل: څلورم ټوک، ١٩٧ مخ) په خپل سند له عمرو بن دينار روايتوي، چې وايي: عمرو عاص د ځينو خلکوکورونو ته ډالۍ ولېږلې او د حضرت عمار ياسر کور ته يې ډېرې ولېږلې؛ نو ددې کار د علت پوښتنه، چې ترې وشوه؛ نو و يې ويل: ځکه د الله تعالی له استازي مې واورېدل، چې ويل يې: ((عمار به د ضلالت لښکر وژني.))

 (امام احمد بن حنبل: مسند: شپږم ټوک، ٢٨٩ مخ) په خپل سند له ام سلمه بي بي روايتوي، چې وايي: هېڅکله د خندق د کنلو ورځ نه هېروم، چې رسول الله پر دوړو ککړ و او مسلمانانو ته يې شيده ورکول او ويل يې: ((خدايه! خېر د اخرت خېر دى! خدايه مهاجر او انصار وبښې!)) چې ناڅاپه يې سترګې پر عمار ولګېدې او و یې ويل: ((عمار به د ضلالت لښکر وژني.))

دې حديث ته ورته يو بل روايت هم ابوداود طيالسي د خپل مسند د درېیم ټوک په ٩٠ مخ کې نقل کړى دى.

(حلية الاولياء: څلورم ټوک، ١٧٢ مخ) په خپل سند له زيد روايتوي، چې وايي: حضرت عمار به د حضرت عثمان د خلاف پر مهال ډېر په قريشو پورې لګېده او قريش هم ترې پوزې ته رارسېدلي ول، چي يوه ورځ يې سم وواهه. حضرت عمار کور ته ولاړ او نور له کوره رابهر نشو. حضرت عثمان يې پوښتنې ته ورغى؛ نو همداچې د حضرت عمار له کوره راووت؛ نو نېغ جومات ته ولاړ او پر ممبر کېناست او قريشو ته يې نصيحت وکړ: ما د الله تعالی له استازي واورېدل: ((عمار به د ضلالت ډله وژني.))

(د بغداد تاريخ: پينځم ټوک، ٣١٥ مخ) په خپل سند له علقمه او اسود او همداراز د پينځم ټوک په ٣١٥ مخ کې په خپل سند له حضرت انس بن مالک او همداراز د اووم ټوک په٤١٤ مخ کې له حضرت عبدالله بن عمر بن خطاب، (ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، لومړى قسم، ١٧٧ مخ) په خپل سند له عمرو بن ميمون څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې راغلي: تر هجرت مخکې مشرکينو د حضرت عمار مور و پلار ووژل؛ نو چې کله هغه ته وورسېدل؛ نو اور يې ورواچوه؛ نو د الله تعالی استازي يې پر بدن لاس راکښود او دا آيت يې ووايه: (يا نارکونى بردا و سلاماً) او ورته يې وويل: عماره! تا به د ضلالت لښکر وژني.

(ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، لومړى قسم، ١٧٩ مخ) او همداراز (درېیم ټوک: لومړى قسم، ١٨١ مخ)، (اسدالغابه: دويم ټوک، ١٤٣مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې درېیمى يې داسې دى: د شام ذي الکلاع کډن شو او هلته له معاويه سره و، چې فتنه راولاړه شوه او حضرت معاويه بن ابي سفيان هغه د صفين د لښکر پالندوى کړى و اوچې په جګړه کې ومړ؛ نو معاويه خورا خوشحاله شو؛ ځکه حضرت معاويه بن ابي سفيان يې خبر کړى و، چې رسول الله د حضرت عمار په اړه څه ويلي وو او تل به يې حضرت معاويه بن ابي سفيان ته ويل: اخر موږ څنګه له علي او عمار سره و جنګېږو؟ معاويه وويل: ډېر ژر به عمار زموږ لوري ته راشي او د علي لښکر به يې ووژني او چې “ذي الکلاع” ومړ؛ نو معاويه وويل: که ذي الکلاع ژوندى و او زموږ د لښکر له لوري يې د عمار وژل کېدل ليدلي وو؛ نو زما نيم لښکر به يې علي ته وراړولى و.

(اسدالغابه: دويم ټوک، ٢١٧ مخ) له زهري (الامامة والسياسه: ١٠٦ مخ)، (اصابه: لومړى ټوک، څلورم قسم: ١٢٥ مخ) له اسماعيل انصاري، (رياض النضره: لومړى ټوک، ١٤ مخ) له زيد بن ابي اوفي، (نورلابصار: ١٢٥ مخ)، (کنزالعمال: اووم ټوک، ٧٢ مخ) له جابر بن سمرة او د هماغه ټوک په هماغه مخ کې له له جابر له حضرت عمار ياسر او همداراز په ٧٣ مخ کې يې له کعب بن مالک او يو بل روايت له حضرت خالد بن وليد راوړي، چې په روستي کې يې راغلي: حضرت عمار ياسر ناورغ شو او د هشام بن وليد بن مغيره لور يې پالنه کوله، چې دا نجلۍ وايي: معاويه د عمار پوښتنې ته راغى او د ستنېدو پر مهال يې وويل: خدايه هغه زما په لاس و نه وژنې؛ ځکه ما په خپله د الله تعالی له استازي واورېدل، چې ويل يې عمار به بې لارې ډله وژني.

(کنزالعمال: اووم ټوک، ٧٣ مخ) له ابي امامه او په ٧٤ مخ کې له ابي قتادة او په هماغه مخ کې يو بل روايت له حضرت ابي بکر او بل روايت له حضرت ابن عباس، بل روايت له عايشې بي بي او بل روايت له حضرت حسن رواړى، چې په روستي کې يې وايي: رسول الله، چې مدينې ته راغى؛ نو خلکو ته يې وويل: جومات را ته جوړ کړئ. خلکو وويل: څنګه جومات؟ و يې ويل: د موسى د عرش په څېر (يعنې د موسى د څپرګي په څېر)، له ښحتو يوه څلور دېوالي. خلکو د جومات پر جوړولو بوخت شول او رسول الله به معمار ته ښختې ورکولې او يا به يې پر سينه خاورې او اوبه وړې، ويل يې: پالونکيه! خوندونه د اخرت خوندونه وي، انصار او مهاجر وبښې او بيا يې په خاورو شوى عمار له خاورو وڅنډه، په غېږ کې يې راونيو، ورته يې وويل: د سميه زويه! د ضلالت ډله به دې وژني.

(کنزالعمال: اووم ټوک، ٧٤ مخ) له سعيد بن جبير او په هماغه ټوک او هماغه مخ کې له ابن مسعود، (هيثمي؛ مجمع: اووم ټوک، ٢٤ مخ) له ابي عبدالرحمان سلمي، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٣٨٧ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: اووم ټ، ک، ٢٤٢ مخ) له عمار ياسر او د نهم ټوک په ٢٩٦ مخ کې له ابي رافع او همداراز (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک: ٢٩٦ مخ) له حبه او د هماغه ټوک په ٣٩٧ مخ کې له عبدالله بن حارث څخه په دې اړه يو بل روايت نقل کړى دى.

(متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٥ مخ) د الله تعالی له استازي روايتوي، چې وايي: ((علي! ډېر ژر به د بې لارو ډله درسره جګړه شي؛ خو ته به پر حقه يې او پر هغه ورځ، چې چا دې ملاتړ و نه کړ؛ نو له موږ ځنې به نه وي.))

(ابونعيم؛ حلية: څلورم ټوک، ٢٠ مخ) له ابن عمر، (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٨٤ مخ) او همداراز د اووم ټوک په ٧٥ مخ کې روايتونه راوړي، چې پر هغه ورځ حضرت عمار ياسر د جومات د جوړولو لپاره ښختې وړې، چې رسول الله وويل: ((خدايه! تا هغوى په عمار پسې کړي دي او عماريې جنت ته رابولي او هغوى يې دوزخ ته چې دا په خپله د بدمرغو او فاجرچارو عمل دى.))

(ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، لومړى قسم، ١٨٨ مخ) له حسن (ګواکې مردا ترې حسن بصري دى) څخه روايتوي، چې وايي: عمرو عاص وويل: هيلمن يم چې هغوى په دوزخ کې نه کړي، چې د رسول الله د عمر په پاى کې پر رسول الله ګران وو. وويل شول: موږ ليدل، چې ته د الله تعالی پر استازي ګران وې او تا ته به يې دندې درسپارلې. و يې ويل: مړى ژوندى له مينې سره توپير لري؛ خو داسې يو سړى پېژنم، چې رسول الله ورسره مينه درلوده او ټولو ترې دا مينه ليدلې هم وه. پوښتنه وشوه: هغه څوک و؟ ورته يې وويل: حضرت عمار بن ياسر. خلکو وويل: هغه هم تاسې وواژه . و يې ويل: هو پر الله تعالی چې موږ وواژه.

(ابن اثير؛ اسدالغابه: پينځم ټوک، ٢٦٧ مخ) د ابوالغاديه _ د حضرت عمار بن ياسر وژونکى _ د حال په شرح کې له ابي الدنيا له محمد بن ابي معشر له پلاره روايتوي، چې وايي: زه له حجاج بن يوسف سره وم، چې يو سړى يې راوړ، چې ګامونه يې لنډ وو او حجاج چې وليد؛ نو و يې وويل: ابوالغاديه په خير راغلې! او هغه يې له ځان سره پر تخت کېناوه او ورته يې وويل: عمار ياسر تا وژلى؟ و يې ويل: هو! حجاج: کيسه وکړه، چې څنګه دې وواژه؟ ابولغاديه هم ورته کيسه وکړه. حجاج د شام خلکو ته وويل: څوک چې غواړي داسې سړى وګوري، چې په قيامت کې يې لاس خلاص دى؛ نو دا سړى دې وګوري. بيا ابوالغاديه د حجاج غوږ ته سر ورنږدې کړ او د بېوزلۍ څرګندونه يې وکړه او حجاج هم ورته په سپينه وويل: څه نه لرم. ابولغاديه وويل: عجيبه ده، موږ ورته دنيا هواره کړه؛ نو اوس چې ترې مرسته غواړو، نه يې راکوي او ګومان کوي، چې په قيامت کې به خلاص لاس لرم؛ سره له دې چې پر الله تعالی قسم، چې که پر ځمکه ټولو خلکو د حضرت عمار په وژلو کې لاس درلود؛ نو ټول به دوزخي شوي ول.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٨٨ مخ) له شداد بن اوس روايتوي، چې وايي: د معاويه کور ته ولاړم او و مې ليدل، چې عمرو عاص هم هغه خوا ناست دى او زه د دوى په منځ کې کېناستم او ورته مې وويل: پوهېږئ، چې ولې ستاسې په منځ کې کېناستم؟ ځکه د الله تعالی له استازي مې اورېدلي وو، چې و يې ويل: معاويه او عمرو عاص مو چې يو ځاى وليدل؛ نو يې بېل کړئ؛ ځکه پر الله تعالی قسم، چې دوى دواړه سره نه يو ځاى کېږي؛ خو د خيانت او دوکې لپاره؛ نو و مې غوښتل ستاسې په منځ کې بېلتون راوړم.

 دا روايت (هيثمي؛ مجمع: اووم ټوک، ٢٤٨ مخ) هم راوړى دى.

(هيثمي؛ مجمع: اتم ټوک، ١٢١ مخ) له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: رسول الله د دوو کسانو غږونه واورېدل، چې سندرې يې ويلې تردې چې وايي: رسول الله پوښتنه وکړه: دوى څوک دي؟ وويل شول: معاويه او عمروعاص دي. رسول الله وويل: ((خدايه! دوى دواړه پر فتنو داسې لاندې باندې کړې، چې په خپله پوهېږې او د دوزخ په اور کې يې واچوې.))

 دا روايت (ذهبي؛ ميزان الاعتدال: درېیم ټوک، ٣١١ مخ) له ابي برزه او همداراز له حضرت ابي هريرة نقل کړى دى.

 

د حضرت عبدالله بن عمر خواشيني

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١٥ مخ) له شعيب بن ابي حمزه قريشي له زهري له حمزة بن عبدالله بن عمر روايتوي، چې وايي: يوه ورځ مې له پلار ناست و، چې د عراق يو سړى راغى او زما د پلار _ عبدالله بن عمر _ خورا تعريف يې وکړ او و يې ويل: د قرآن دې آيت مې زړه خپه کړ چې وايي: (و ان طائفتان من المؤمنين اقتتلوا فاصلحوا بينهما فان بغت احداهما على الاخرى فقاتلوا التى تبغى ان تفىء الى امرالله فان فاءت فاصلحوا بينهما بالعدل و اقسطوا ان الله يحب المقسطين) ددې آيت مانا څه ده؟ عبدالله وويل: څه پرې کوې؟ زه خپل کار کوه. سړى ولاړ، چې سيورې يې بېخي له موږ څخه پناه شو بيا عبدالله بن عمر موږ ته مخ کړ او يې ويل: دا آيت، چې دې ولوست؛ زړه يې راته خپه کړ، چې نور مې و نه شو کړاى ځواب يې ورکړم او هغه داچې ولې د ضلالت له لښکر سره و نه جنګېدم او د علي پلوى نشوم او د الله تعالی د حکم لاروي مې ونه کړه.

(ابن سعد؛ طبقات: څلورم ټوک، ١٣٦ مخ) له سعيدبن جبير او د هماغه ټوک په ١٣٧ مخ کې له حبيب بن ابي ثابت او (هيثمي؛ مجمع: درېیم ټوک، ١٨٢ مخ) له ابن عمر، (رياض النضره: دويم ټوک، ٢٤٢ مخ) هم له ابن عمر، (ابن عبدالبر؛ استيعاب: لومړى ټوک، ٣٠٧ مخ) له ابي بکر بن ابي الجهم څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې ابن عمر د خپل عمر په پاى کې وويل: په دنيا کې مې يو ارمان هم پر زړه نه دى پاتې، بې له دې، چې ولې د معاويه د ضلالت له لښکر سره و نه جنګېدم.

(ابن سعد؛ طبقات: څلورم ټوک، دويم قسم، ١٢ مخ) له نافع بن عمر او (ابن عبدالبر؛ استيعاب: لومړى ټوک، ٣٧١ مخ) د عبدالله بن عمروعاص د حال په شرح کې دوه روايتونه نقل کړي، چې خواشينى و چې ولې يې له پلار سره د صفين په جګړه کې علي پر خلاف ګډون کړى و. مخکې مو هم وويل، چې هغه توره را و نه ايسته؛ خو سره له دې يې وويل: کاشکې شل کاله مخکې مړ شوى وم.

د خوارجو په اړه د رسول الله وړاندوينه

(صحيح بخاري: د بدء الخلق کتاب: په اسلام کې د نبوت د علاماتو باب) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي، چې وايي: يوه ورځ د الله تعالی له استازي سره وو، چې بېت المال يې ويشه، چې د بني تميم د ټبر ذوالخويصره راغى او و يې ويل: رسول الله! عدالت کوه. رسول الله وويل: ((پر ځان ووېرېږه! که عدالت و نه کړم؛ نو خائب او خاسر به شم. حضرت عمر بن خطاب وويل: رسول الله اجازه راکړئ ورمېږ ترې غوڅ کړم. رسول الله: پرېږ يې ده؛ ځکه هغه به داسې ملګري پېدا کړي، چې ستا لمونځونه او روژې به د هغوى د لمونځونو او روژو پر وړاندې ډېر ناڅيزه وي؛ قرآن به وايي؛ خو له مريو به يې لاندې نه ځي او د الله تعالی دين به داسې ټوټه کړي، چې د خپلو غشيو موخه به يې کړي، تردې چې وايي: يو تور مخى سړى _ به يې مشري کوي _ به وي، چې يو لاس به يې د ښځې د تي په څېر وي او د خلکو له تر ټولو غوره فرقو به خروج وکړي.)) حضرت ابو سعيد قسم خوري، چې دا حديث يې له رسول الله اورېدلى و، او وم چې له حضرت علي بن ابيطالب سره خوارجو سره جګړه وکړه او ټول يې وځپل او بيا يې حکم وکړ، چې د هغه سړي _ ذوالثديه _ مړى يې ورته راوړ او و مو ليدل، چې لاس يې د ښځې د تي په څېر دى.

دا روايت (نسائي: خصايص: ٤٣ او ٤٤ مخونه)، (مسلم؛ صحيح: د زکاة کتاب)، (ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه: دويم ټوک، ١٤٠ مخ د ذي الخويصره په ژباړه کې له حضرت ابي سعيد خدري؛ په دې روايت کې راغلي، چې د حنين د جګړې غنيمت ويشل کېده)، (ابن جرير طبري؛ تفسير: لسم ټوک، ١٠٩ مخ)، (احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ٥٦ او ٦٥ مخونه)، (هيثمي؛ مجمع: شپږم ټوک، ٢٣٤ مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په وروسيت کې يې راغلي: چې کله حضرت علي ته يې د ذوالثديه مړى راوړ؛ نو خلک يې وپوښتل: څوک دا سړى پېژني؟ وويل شول: موږ يې پېژنو او نوم يې حرقوس دى او مور يې دلته ده. حضرت علي وويل: ولاړ شئ او مور يې راوړئ. مور يې چې راغله؛ نو پوښتنه ترې وشوه: دا څوک دى؟ و يې ويل: نه پوهېږم، چې د چا زوى دى؛ ددې لپاره، چې په جاهليت کې ما په ربذه کې ګډې سرولې؛ نو دظلمت په څېر يو څه راباندې راپرېوتل او دا ماشوم مې پر ګېډه شو.

(ذهبي؛ ميزان الاعتدال: دويم ټوک، ٢٦٣ مخ)، (صحيح مسلم: کتاب صلوة: باب تحريص برګشتن خوارج له عبيده)، (ابن ماجه؛ صحيح: باب ذکر خوارج)، (ابوداود؛ صحيح: دېرشم ټوک، باب قتال خوارج)، (احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٧٨ مخ)، (صحيح مسلم: کتاب زکاة: د خوارجو د وژلو د تحريص باب) په دې روايتونه راوړي، چې په روستي کې يې زيد بن وهب جهني وايي: يو سرتېرى، چې له خوارجو سره په جګړه کې له حضرت علي سره و، وويل: يوه ورځ علي وويل: ايهاالناس! ما د الله تعالی له استازي اورېدلي وو: ((ډېر ژر به زما له امته يو طيفه خروج وکړي، چې د قرآن قرائت به يې ستاسې د قرآن له قرائت سره هېڅ اړه نه لري او لمونځ او روژه يې ستاسې له لمونځ او روژې سره هېڅ اړه نه لري؛ خو قرآن وايي او داسې ګومان کوي، چې ګواکې قرآن يې ملګرى دى؛ خو قرآن يې دښمن دى او لمونځونه يې له مريو نه تېرېږي او له اسلامه به داسې په ځغاسته وځي؛ لکه غشى له ليندۍ)) او هغه لښکر چې له دوى سره مخامخېږي؛ نو پوه دې شي، چې د رسول الله پر ژبه د دوى لپاره څه برخليک تقدير شوى دى؛ نو نور به لاس له عمله وانخلي او ددې خلکو نښه داده، چې يو داسې سړى پکې دى، بې ساعده مټ لري او د مټ په پاى؛ يعنې پر اوږه يې د ښځو د تي په څېر يو شى دى، چې سپين ويښتان پرې راختلي _ تر دې چې وايي: نو يو بل به ووژني او په خلکو کې به يوازې دوه کسان مړه شي. تر جګړې روسته حضرت علي وويل: ولاړ شئ او هغه مجدع _ هغه چې لاس يې نيمګړى وي _ پېدا کړئ. اصحاب ولاړل؛ خو مړى يې و نه موند. پخپله حضرت علي په مړيو کې لټه پيل کړه، چې و يې موند، چې په مړيو کې پړمخه پروت دى. امام تکبير ووايه او و يې ويل: صدق رسول الله. په اصحابو کې عبيده سلماني پاڅېد او پوښتنه يې وکړه: اميرالمؤمنينه! ستا دې قسم پر هغه الله تعالی وي، چې بې له هغه معبود نشته، آيا دا هر څه دې د الله تعالی له استازي اورېدلي وو؟ امام وويل: هو! قسم پر هغه الله تعالی، چې بې له هغه بل معبود نشته. سلماني درې ځلې قسم ورکړ او امام هم درې ځل قسم وخوړ، چې دا وړاندوينه رسول الله کړې وه.

دا روايت (ابوداود؛ صحيح: دېرشم ټوک، باب قتال خوارج)، (احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٩١ مخ) او (بيهقي؛ سنن: اتم ټوک، ١٧٠ مخ) او د حديث نورو ائمو هم نقل کړى دى.

(مستدرک الصحيحين: دويم ټوک، ١٤٥، ١٤٧، ١٤٨، ١٥٤ مخونه) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په وروسيت کې يې راغلي: روسته له دې، چې رسول الله غنيمت وايشه؛ نو سړى رامخکې شو، چې پر تندي يې د سجدې ټاپه وه او و يې ويل: نن دې د غنيمت په ويش کې هېڅ عدالت پلي نه کړ. رسول الله له خپګانه خپل لاسونه پر يو بل وموږل او و يې ويل: ((که زه عدالت پلي نه کړم؛ نو تر ما روسته به څوک عدالت پلي کوي؟ پوه شه چې ډېر به له يوې ډلې سره له دينه ووځئ؛ لکه څنګه چې غشى پر نښه ولګي او هخوا ترې ووځي او بيا به دين ته راستانه نشئ؛ هغه ډله، چې قرآن به وياست؛ خو له مريو به مو لاندې نه ځي؛ خبرې به يې ښه؛ خو کړنې به يې ناوړه وي؛ نو که هر چا دا ډله وليده؛ نو ورسره دې وجنګېږي او هر چاچې دا ډله ووژله؛ نو تر ټولو غوره ثواب به لري او که څوک د دوى په واسطه ووژل شو؛ نو د شهادت مقام ته رسېدلاى؛ دوى د الله تعالی تر ټولو ناوړه مخلوقات دي؛ الله تعالی ترې بېزاره دى او ددې ډلې وژونکي هغه دي، چې تر ټولو ما ته نږدې دي.))

(صحيح ابي داود: نهه ويشتم ټوک، په فتنه کې د خبرو نه کولو باب)، (احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ٢٦، ٣٢، ٤٥، ٤٨، ٧٠، ٨٢، ٩٥ مخونه)، (خصايص نسائي: ٤٢، ٤٣ مخونه)، (احمد بن حنبل؛ مسند: څلورم ټوک، ٣٥٧ مخ)، (ابونعيم؛ حلية: څلورم ټوک، ١٨٦ مخ) له زر او د شپږم ټوک په ٢١ مخ کې له کعب او د اووم ټوک په ٣١ مخ کې له سفيان ثوري، (د بغداد تاريخ: لومړى ټوک، ١٥٩ مخ) د خوارجو په اړه د رسول الله د وړاندوينې په اړه روايتونه نقل کړي، چې په روستي کې يې راغلي دي: خطيب بغدادي په خپل سند له نبيط بن شريط اشجعي روايتوي، چې وايي: روسته له دې چې په نهروان کې له خوارجو سره جګړه فيصله شوه؛ نو ابو قتاده له شپېته او که له اويا سرتېرو سره له کږې لارې ستون شو او ړومبى بي بي عايشې ته ولاړل؛ ابوقتاده وايي: عايشې بي بي پوښتنه وکړه: څه خبر مو راوړى دى؟ کيسه مو ورته وکړه او ورته مې وويل، چې ټول خوارج مو ووژل. پوښتنه يې وکړه: څو کسان درسره راغلي دي؟ ورته مې وويل: شپېته که اويا کسان. پوښتنه يې وکړه: هغوى ټول درسره همغږي دي؟ ورته مې وويل: هو! و يې ويل: نو اوس راته ټکى په ټکى کيسه وکړه. ورته مې وويل: د دولس زرو په شاوخوا کې کسان وو، چې ټولو يوه خوله ويل: حکم يوازې د الله تعالی حکم دى. حضرت علي وويل: د حق خبره پر باطل نيت کوئ. نو روسته تردې، چې د الله تعالی او قرآن قسم مو ورکړ؛ نو په ځواب کې يې وويل: عثمان، علي، معاويه او عايشه کافران شوي او بايد ورسره وجنګېږو؛ نو موږ د ناچارۍ له مخې ورسره په جګړه شو او هغوى همداسې قرآنونه ويل؛ ځينې يې وتښتېدل او نور ټول ووژل شول. حضرت علي وويل: په تښتېدلو پسې مه ځئ. تر جګړې روسته په مړيو کې ګرځېدو او علي د رسول الله پر قاطر سپور و، چې د نهروان د نهر په څنګ کې ودرېد او و يې ويل: دا ټول مړي راواړوئ! ټول مړي مو راوړول، چې يو سړى مو پکې وموند، چې په اوږه يې د ښځي د تي په څېر يو شى و؛ نو چې کله حضرت علي وليد؛ نو الله اکبر يې نعرې کړل او و يې ويل: پر الله تعالی قسم، چې دروغ نه وايم او نه راته دروغ ويل شوي؛ زه يوه ورځ له رسول الله سره وم، چې غنيمت يې ويشه، چې دا سړى راغى او و يې ويل: محمده! عدالت کوه؛ که څه پر الله تعالی قسم، چې تر نننه دې عدالت نه دى پلي کړى. رسول الله وويل: مور دې سر ته کېنه! که زه عدالت ونه کړم؛ نو څوک به يې کوي؟ حضرت عمر بن خطاب هلته و او و يې ويل: رسول الله! مړ يې کړم؟ رسول الله وويل: شته داسې څوک چې و به يې وژني. عايشې بي بي چې دا کيسه واورېده؛ نو و يې ويل: که څه زه له علي سره څه ښه اړيکه نه لرم؛ خو ولې د حق خبره ونه کړم؛ ما د الله تعالی له استازي واورېدل، چې ويل يې: امت به مې پر دوو ډلو وويشل شي؛ يوه ډله به سرونه خروي، برېتې پرېږدي او د پښو تر خټکيو به يې پېنسې اوچتې کړې وي؛ قرآن به وايي؛ خو له ستونو به يې نه کوزېږي او الله تعالی ته نږدې هغه کس دى، چې دوى ووژني. ورته مې وويل: ام المؤمنين! ته چې دومره له علي خبره وې؛ نو ولې دې ورپسې توره راوايسته؟ و يې ويل: ابو قتاده! کوم کار چې بايد وشي؛ نو کېږي او کېدونکي کارونه ځانګړې جرنده لري.

(د بغداد تاريخ: اووم ټوک، ٢٣٧ مخ) له حضرت جابر څخه روايتوي، چې زه له حضرت علي سره د نهروان په جګړه کې وم، چې تاسې صبر وکړئ _ تاسې ړومبى جګړه مه کوئ _ بيا هغوى ټولو ته يې غږ کړ، چې زموږ د واکمن عبدالله بن خباب وژونکى موږ ته راکړئ. و يې ويل: موږ ټولو هغه وژلى دى. حضرت علي وويل: الله اکبر! او بيا يې اصحابو ته وويل: لاسونه مو پر ليندو کړئ او بريد وکړئ او مجدع را پېدا کړئ. ياران يې د مجدع _ هغه چې لاس يې نيمګړى وي _ په لټه کې شول؛ خو و يې نه موند. حضرت علي وويل: بيا يې ولټوي! پر الله تعالی چې نه دروغ وايم او نه راته دروغ ويل شوي او بيا يې عجلان ته وويل: عجلانه! د رسول الله قاطر راوړه؛ نو چې را يې ووړ؛ نو پرې سپور شو او ولاړ او ځان يې مړيو ته ورساوه او و يې ويل: دلته يې ولټوئ. لټه پيل شوه او تر مړيو لاندې يې راوايست، چې په اوبو او خټو کې ډوب شوى و او په اوږه يې داسې يو څه وو، چې راکش به دې کړ؛ نو د ربړ په څېر به راکش کېده او د ښځې د تي په څېر و. حضرت علي وويل: الله اکبر! پر الله تعالی قسم، چې که له غره کېده مو نه وېرېدم؛ نو درته به مو ويلي ول، چې ددې قوم وژل څومره ثواب لري.

(هيثمي؛ مجمع: شپږم ټوک، ٢٣٩مخ) له حضرت عايشې بي بي او د هغه د وينا له مخې، بزار او طبراني په اوسط کې له همدې لارې او همداراز د شپږم ټوک په ٢٣٩ مخ کې له علي او د هغه د وينا له مخې، طبراني په اوسط او صغير کې پر دوو سندونو او شپږم ټوک په ٢٤١ مخ کې له جندب، (دارقطني؛ سنن: باب حدود: ٣٤٣ مخ)، (کنزالعمال: لومړى ټوک، ٩٢ مخ) له حاتم بن اسماعيل، (ابن حجر؛ الاصابه: شپږم ټوک، ٣٤٨ مخ) د خوارجو د وړاندوينې په اړه او داچې رسول الله يې وژونکيو ته د جنت وعده ورکړې وه او پر خوارجو يې لعنت ويلي و، روايتونه نقل کړي دي.

د رسول الله (ص) بدني غښتلتيا ته يې په يوه کجوره يوه بوکه راايسته

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٥٩ مخ) په خپل سند له محمد بن کعب قرظي روايتوي، چې وايي: حضرت علي بن ابيطالب وويل: داسې وخت به و چې ما او رسول الله به له لوږې تيږه پر نسونو تړلې وه او نن مې صدقه دېرش زره درهمو ته رسي.

(ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٥ مخ) له عبدالرزاق ثوري له ابي حيان تيمي له پلاره روايتوي، چې وايي: حضرت علي بن ابيطالب مې پر ممبر وليد چې وايي: څوک دې زما توره وپېري او که ما نغدې درلوداى؛ نو جامې به مې پرې اخستى واى او خپله توره به مې نه پلورله. يو سړي وويل: موږ به د يو جوړ جامو هومره پور درکړو. د حديث نقل کوونکي بيا د عبدالرزاق له خولې وايي: دا د هغه چا خبره ده، چې له شام پرته نوره ټوله دنيا يې په واک کې وه.

دا روايت (ابن سعد؛ طبقات: شپږم ټوک، ١٦٥ مخ) له ابي رجاء، (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٩ مخ) له علي بن ارقم له پلاره نقل کړى، چې د متقي په روايت کې راغلي، چې راوي وايي: علي مې د سلطنت پر مهال د کوفې په بازار کې وليد، چې خپله توره پر خلکو پلوري، چې څوک شته چې دا توره مې پېري؟ او ما څو ځل پر همدې توره رسول الله له ستونزو راايستى دى او که د يو لونګ هومره نغدې مې درولودې؛ نو نه به مې پېرله.

 دا روايت (ابونعيم؛ حلية: لومړى ټوک، ٨٣ مخ) په عبارت کې په لږ اختلاف نقل کړى دى.

(صحيح ابن ماجه: باب رهون) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: يوه ورځ حضرت علي وليدل، چې رسول الله له لوږې کمزورى شوى؛ نو په مزدورۍ پسې ووت، چې رسول الله ته پرې څه راوړي، چې د يو يهودي بڼ ته ورسېد او ورته يې اولس بوکې راوايستې او د هرې بوکې پر وړاندې يې يوه کجوره په مزدورۍ کې واخسته او رسول الله ته يې راوړې.

 په يو بل روايت کې، چې په (بيهقي؛ سنن: شپږم ټوک، ١١٩ مخ) کې راغلى؛ رسول الله وپوښتل: علي! دا دې له کومه راوړې؟ ورته يې وويل: ستا کمزوري مې چې وليده؛ نو په مزدورۍ پسې ووتم، چې تاسې ته پرې خواړه راوړم. رسول الله (ص) وويل: له الله تعالی او استازي سره يې مينې دې کار ته اړ کړې. علي وويل: هو! رسول الله وويل: هغوى چې له الله تعالی او استازي سره يې مينه کوي؛ نو بېوزلي به داسې په ځغاسته ورپسې راشي؛ لکه نېز؛ بلکې تر هغه هم په ځغاسته؛ نو څوک چې له الله تعالی او استازي سره يې مينه کوي؛ بايد وسلوال وي؛ يعنې سينه يې پراخه وي او صبر وکړي.

 (کنزالعمال: څلورم ټوک، ٥٢ مخ) دې ورته يوه بله کيسه له ابي قلابه نقل کړې ده.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٣٢ مخ) له حضرت اسماء بنت عميس د رسول الله له لور بي بي فاطمې روايتوي، چې وايي: يوه ورځ رسول الله له موږ کره راغى او و يې پوښتل: زامن مې حسن او حسين چېرې دي؟ ما وويل: په کور کې مو څه نه درلودل؛ نو علي وويل، چې کېداى شي ماشومان وژاړي او خپه دې کړي؛ نو له ځان سره يې بهر وړم. رسول الله په علي پسې ووت او هغه يې د يهودي په بڼ کې وموند، چې حسن او حسين د هغه د بڼ په چمن کې لوبې کولې. رسول الله وويل: علي! د هوا تر ګرمېدو مخکې ماشومان کور ته يوسه. علي وويل: په کور کې مو خواړه نه درولودل؛ نو ډېره به ښه شي، چې دلته کېنئ، چې مزدوري وکړم او د فاطمې لپاره يو څه کجورې يوسم. رسول الله کېناست او علي څو بوکې نورې اوبه هم يهودي ته راوايستې او يهودي ورته په مزدورۍ کې څو کجورې وکړې او هغه يې په خپل څادر کې کېښووې او راغى؛ رسول الله يو ماشوم او علي بل ماشوم په غېږ کې راونيول او راغلل.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٣٥ مخ) په خپل سند له مجاهد روايتوي، چې حضرت علي وويل: يوه ورځ په مدينه کې خورا وږى شوم او له ښاره بهر ووتم، چې په بڼونوکې مزدوري وکړم او هلته مې يوه ښځه وليده، چې ډېرې لوټې يې راغونډې کړي؛ نو احتمال مې ورکړ، چې غواړي خټه ترې جوړه کړي؛ نو ورمخکې شوم او خبره مې ورسره وکړه، چې د هرې بوکې اوبه را ايستو پر وړاندې به يوه کجوره مزدوري راکړي؛ شپاړس بوکې اوبه مې راوايستې، چې لاسونه مې تڼاکې شول او بيا مې ورته دوه لاسونه ونيول، چې کجورې دلته راواچوه؛ شپاړس کجورې مې وشمېرلې او رسول الله ته مې راوړې او کيسه مې ورته وکړه او د خېر دعا مې ترې وغوښته.

د علي کرم الله وجهه زهد

(حلية اولياء: لومړى ټوک، ٨٠ مخ) په خپل سند له علي بن ربيعه والبي له حضرت علي بن ابيطالب روايتوي، چې ابن نباج وويل: اميرالمؤمنينه! بيت المال له ژېړو او سپينو _ سرو او سپينو زرو _ ډک شوى دى. حضرت علي وويل: الله اکبر! بيا يې د ابن نباج پر لاس تکيه ووهله او پاڅېد او د بيت المال پر ايشلو بوخت شو او دا شعر يې له ځان سره وايه:

هذا جناى و خياره فيه  و کل جان يده الى فيه

دا دي هغه څه _ له مېوو _ چې ما ډېرې کړي، چې رسېدلي او خواږه يې هم دلته دي؛ خو بې له ما چې چا څه ډېرى کړي وو، خوړل يې او تل يې لاسونو په خولو کې وو.

بيا يې وويل: ابن نباجه! خلکو ته ووايه، چې راشي. بيا منادي ټولو ته غږ وکړ او ټول راغلل او هغه څه چې په بيت المال کې وو، ټول يې ورکړل، حال دا، ويل يې: ژېړو! سپينو! زما پر ځاى بل وغولوئ او له دې او هغه زړه يوسئ. تردې چې يو دينار او درهم هم پاتې نه شو او بيا يې حکم وکړ، چې ګودام جارو کړئ او په خپله يې هلته لمونځ وکړ.

دا روايت او ورته يو بل روايت علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٧٥٠ مخ کې راوړى او احمد بن حنبل ته يې نسبت ورکړى، هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٣١ مخ کې له عبدالله بن نجا او ابن عبدالبر د استيعاب د دويم ټوک په ٤٢٥ مخ کې له عنتره شيباني او. . . .  

(ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٥ مخ) په خپل سند له ابحر بن جرموز له پلاره جرموز روايتوي، چې وايي: حضرت علي بن ابيطالب مې په کوفه کې وليد، چې له جوماته راووت، حال دا، دوه قطري ټوکران _ چې د هغه وخت تر ټولو ارزان بيه ټوکران وو_ يې پر تن وې، چې له يوې يې لونګ او په ملا پورې يې تړلې وه او بله پر ولي اوچولې وه، کوړه يې په لاس کې وه او د کوفې په بازار کې ګرځېد او خلک يې تقوى، رښتينولۍ، په معامله کې انصاف او په تله کې ډانډۍ نه وهلو ته رابلل او له ابوقيس اودي روايتوي، چې وايي: خلک يې درې ډلې ليدل: ١_ دينداران، چې حضرت علي يې خوښ و. ٢_ پر دنيا زړه بايلونکي، چې معاويه يې خوښ و. ٣_ خوارج چې نه يې دين درلود او نه دنيا.

(کنزالعمال: دويم ټوک، ١٦١ مخ) له ابي جعفر روايتوي، چې وايي: حضرت علي به کجوره او ورپسې به يې د اوبو ګوټ کاوه او بيا به يې لاس پر خپله ګېډه واهه او ويل به يې: بدمرغه هغه دى، چې ګېډه يې اور ته ورواچوي او له خدايه يې له لرې کړي او بيا يې دا شعر ووايه:

فانک مهما بطنک سوله  و فرجک نالا منتهى الذم اجمعا

که تا د نفس واګې له لاس ورکړې او هر هغه څه چمتو کړې، چې ګېډه او شهوت يې درځنې غواړي؛ نو پوه شه، چې د ځان په رټنه او بې غيرته کولو کې دې هڅه کړې ده.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٩ مخ) له عمرو بن قيس او د شپږم ټوک په ٤١٠ مخ کې له ابي مطر دوه روايتونه نقل کړي، چې د دويمي خلاصه يې داسې ده، چې ابي مطر وايي: له جوماته راووتم، چې يو سړي غږ وکړ: که مسلمان يې؛ نو لمن دې راټوله کړه، چې هم تقوى ته نږدې ده او هم دې جامې پاکې پاتې کېږي او له سره دې واخله _ کېداى شي اوږده ويښتان او يا بې ماډله خولې يې درلوده _ شا ته مې چې وليدل؛ نو ګورم چې حضرت علي بن ابيطالب دى؛ کوړه يې په لاس کې ده؛ نو ورپسې شوم، چې د مال پلورو بازار ته ورسېد او پر لوړ غږ يې وويل: وپلورئ؛ خو قسم مه خورئ، چې په معامله کې قسم ګټه راوړي؛ خو برکت يې له منځه وړي. بيا کجورپلورو ته ورغى؛ نو و يې ليدل، چې يو خادم ژاړي؛ نو د ژړا د علت پوښتنه يې ترې وکړه. ورته يې وويل: له دې ښاغلي مې په درهم کجوره اخستې؛ خو بادار مې قبوله نه کړه او اوس يې بېرته نه اخلي. حضرت علي وويل: کجوره بېرته واخله او پېسې يې بېرته ورکړه؛ ځکه خادم خو له ځانه واک نه لري. سړي غوښتل و يې نه مني. ما ورته حضرت علي بن ابيطالب ورمعرفي کړ او هغه د عذر له مخې وويل: اميرالمؤمنينه! خوښ به شم، چې تاسې راځنې خوښ شئ. حضرت علي وويل: چې کله له خلکو سره سمه معامله وکړې؛ نو درنه به خوښېږم او بيا يې ټولو کجور پلورو ته وويل: له خپلو کجورو مو يو څه پر بېوزليو وخورئ، چې کسب مو وده وکړي. بيا د کب پلور بازار ته ورغى او و يې ويل: زموږ د مسلمانانو په بازار کې بايد طافي _ يو ډول پرته له پولکونو کب دى _ و نه پلورل شي. بيا د بزازانو ځاى ته ورغى، چې هلته يې کرباسونه پلورل، چې يو بوډا ته يې وويل: درې درهمه له ما واخله او ښه کميس راکړه؛ نو بيا چې کله پوه شو او و يې پېژاند، چې علي بن ابيطالب دى؛ نو څه يې ترې وا نه خستل؛ بلکې يو ځوان ته ورغى او پر درې درهمه يې يو کميس واخست، چې پښو ته يې رسېده؛ نو ډېر وخت لا نه و تېر شوى، چې د هغه ځوان پلار ته ورسېدل، چې زوى دې پر درې درهمه پر اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب کميس پلورلى؛ نو پلار يې نيوکه وکړه، چې ولې دې ترې دوه درهمه وا نه خستل او هغه اضافه درهم يې ترې واخست او په علي پسې يې ورمنډې کړې او ورته يې وويل: دا يو درهم واخله او ورته يې وويل: زموږ د کميس بيه دوه درهمه وو او زوى مې پوه نه شو، چې پر تاسې يې پر درې درهمه وپېره. حضرت علي وويل: زموږ او په خپله خوښه معامله تر سره شوې او پاى ته رسېدلې ده.

 متقي بيا وايي: دا روايت ابن راهويه، احمد د زهد په کتاب کې، عبد بن حميد، ابويعلي، بيهقي او ابن عساکر هم نقل کړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٣٠ مخ) له حضرت ابن عباس او ددويم ټوک په ٢٢٩ مخ کې له علي دوه روايتونه راوړي، چې په دويمي کې يې حضرت علي بن ابيطالب وايي: رسول الله وويل: علي څنګه به يې، چې خلک د اخرت پر وړاندې زاهد؛ خو د دنيا پر وړاندې حريص وي، د يو بل پر ارث ګېډه واچوي او پر مړه ګېډه له مال سره مينه ولري او د الله تعالی دين د دوکو لپاره وکاروي او بيت المال غنيمت وګڼي؟ علي وويل: خلک به پر خپل حال پرېږدم او په خپله به الله تعالی، استازى او اخرت په پام کې ونيسم او د دنيا کړاوونو او خپګانونو ته به سينه پراخه کړم، چې انشاء الله له تا سر يو ځاى شم. رسول الله وويل: رښتيا دې وويل: خدايه ‌بريالى يې کړې.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٣٠ مخ) وايي: له علي بن ربيعه روايت دى چې و ايي: حضرت علي دوه مېرمنې درلودې؛ نو کله به چې ددې ښځې وار شو؛ نو د نيم درهم غوښه به يې اخسته او کله به چې د هغه بلې ښځې هم وار شو؛ نو بيا به يې هم د نيم درهم غوښه اخسته.

(ذخاير العقبى: ٩٣ مخ) له ابي الحمراء روايتوي، چې وايي: رسول الله وويل: که څوک غواړي داسې سړى وويني، چې د آدم علم، د نوح فهم، د ابراهيم حلم، د يحيى بن زکريا زهد او د موسى قدرت او مړانه ولري؛ نو علي بن ابيطالب دې وګوري.

د حضرت علي عدالت، پاکلمنتوب او تقوى

(حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٨٢ مخ) په خپل سند له عبدالملک ابن عمير روايتوي، چې وايي: د ثقيف د ټبر يو سړى راروايتوي، چې زه حضرت علي بن ابيطالب د عکبر د سيمې واکمن کړم او راته يې وويل: ماسپښين ما ته راشه. زه ورغلم؛ خو د کور د وره مخې ته يې ساتندويان نه وو او و مې ليدل، چې په کور کې ناست او ورسره د اوبو کاسه او کوزه ده او غږ يې کړ: هغه زما ظبيه (هغه انبانه چې د اوسۍ له پوټکي جوړېږي او ويښتان ترې نه وي غوڅ شوي) راوړئ. ما له ځان سره وويل: زه ورته امين ښکارم او غواړي ګران بيه مرغلله راسره امانت کېږدي؛ خو کله يې چې مهر او موم هخوا کړل؛ نو و مې ليدل، چې زږه وړه پکې دي؛ يو څه يې ترې راواخستل او په کاسه کې يې واچول او پر اوبو يې خيشته کړل او بيا يې وخوړل؛ نو ما خوله بنده و نشوه ساتلاى او ورته مې وويل: په عراق کې د نعمت له دې دومره پراخۍ سره دا څه دي، چې تاسې يې خورئ. و يې ويل: پر الله تعالی چې د کنجوسۍ له مخې دا انبانه نه موموم؛ خو د خپلو خوړو حساب له ځان سره لرم؛ وېرېږم، چې له مودې مخکې خلاص شي او بيا د کورنۍ عذر د نور خلکو د خوړو په خوړولو کې موجه شي او ما و نه غوښتل پر حلال او پاک رزق سربېره نور خواړه په ګېډه کې واچوم.

 دا روايت (رياض النضره: دويم ټوک، ٢٣٥ مخ) کې راوړى او د الصفوة او ملا سيرة ته يې نسبت ورکړى دى.

(حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٨٢ مخ) په خپل سند له هارون بن عنتره له پلاره روايتوي، چې وايي: په خورنق _ د عراق يوه سړه سيمه ده _ کې حضرت علي بن ابيطالب ته ورغلم او و مې ليدل، چې يوازې يو څادر لري او له سړو ړچېږي؛ نو ورته مې وويل: اميرالمؤمنينه! الله تعالی تا او کورنۍ ته دې دومره مال درکړى او تاسې پر خپل نفس داسې کوئ. و يې ويل: پر الله تعالی چې ستاسې له مال مې هېڅ هم نه دي اخستي او دا څادر هم چې ګورې له کوره _ او يا يې وويل: _ له مدينې مې له ځان سره راوړى دى. په هماغه کې يو بل روايت دى چې وايي: خواړه به يې هم له مدينې راتلل.

(حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٨١ مخ) په خپل سند له ابي عمرو بن علاء له پلاره روايتوي، چې يوه ورځ علي په خطبه کې وويل: قسم پر هغه الله تعالی، چې بې له هغه بل معبود نشته، چې ستاسې له بيت الماله مې هېڅ هم نه دي اخستي او نه مې ځان ته زېرمه کړي؛ پرته له دې _ خپل لاس يې په لستوڼي کې کړ او يوه خالي هنداره يې راوايسته _ چې ازاد شوي مې راته په ډالۍ کې راوړې ده.

دا روايت ابونعيم هم د نهم ټوک په ٥٣ مخ کې او همداراز متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٦ مخ کې نقل کړى دى.

(اسدالغابه: څلورم ټوک، ٢٤ مخ) په خپل سند له عبدالملک بن عمير روايتوي، چې وايي: د ثقيف د ټبر يو سړي راروايت کړل، چې حضرت علي بن ابيطالب د سالور د ښار د مالياتو د راټولولو دنده ورکړه او راته يې وويل: څوک د مالياتو اخستو لپاره پر کوړه و نه وهې او له رزق يې زکاة مه اخله او د اوړي او ژمي له جامو او له سورلو هم ماليات مه اخله، چې پرې سپرېږي او څوک د پېسو اخستو په موخه ولاړ مه ساته. ورته مې وويل: اميرالمؤمنينه! داسې چې تاسې وياست؛ نو څنګه تش لاس چې ځم؛ نو همداسې تش لاس به راستون شم. راته يې وويل: که راستون شوې؛ نو څه به وشي؟ پر ځان ووېرېږه! موږ دنده لرو، چې په اضافه مال کې ترې زکات واخلو.

(صواعق محرقه: ٧٩ مخ) له ابن عساکر روايتوي، چې وايي: چې کله عقيل (د علي رور) له علي د مرستې غوښتنه وکړه، چې بېوزله يم او اړين يم؛ نو علي وويل: صبر وکړه، چې له نورو مسلمانانو سره يو ځاى دې تنخواه واخلې. عقيل ټينګار وکړ. علي يو سړي ته وويل: له لاسه يې ونيسه (؛ ځکه عقيل ړوند و) او بازار ته يې يوسه او ورته ووايه، چې د دوکانونه قلفونه مات کړي او څه يې چې خوښه وي، را اوچت دې کړي. عقيل وويل: غواړې سبا مې د غلا پر جرم بندي کړې. علي وويل: لکه څنګه چې ته غواړې سبا ما د غلا پر جرم مواخذه کړې؛ ځکه غواړې د مسلمانانو مال راواخلم او تا ته يې درکړم. عقيل وويل: اوس چې داسې شوه؛ نو زه هم معاويه ته ورځم. علي وويل: دا ته او معاويه. عقيل معاويه ته ورغى او هغه هم سل زره درهمه ورکړل او بيا يې وويل: بايد پر ممبر کېني او هغه څه خلکو ته ووايې چې ما او علي درسره څه کړي دي. عقيل د شام پر ممبر کېناست او و يې ويل: ايهاالناس! غوښتل مې د علي دين په لاس کې ونيسم؛ خو هغه خپل دين واخست او زه يې له لاسه ورکړم. شام ته راغلم او له معاويه مې د هغه دين وغوښت او هغه خپل دين راکړ او زه يې لاس ته راوړم.

 د صواعق محرقه خاوند وايي: معاويه له خالد بن معمر پوښتنه وکړه: ولې علي پر موږ وړ ګڼې؟ ورته يې وويل: پر درې دليلونو: ١_ حلم يې چې کله غوسه شي. ٢_رښتيا يې چې کله وينا کوي. ٣_عدالت يې چې کله حکم کوي.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٣٦ مخ) له عمر بن يحيى له پلار روايتوي، چې د شاتو او غوړيو څو لوښي يې حضرت علي ته ډالۍ راوړې؛ نو چې کله حضرت علي پوه شو، چې د يو لوښي سر خلاص شوى؛ نو څېړنه يې وکړه، چې ورته يې وويل: ام کلثوم ترې اخستي دي. علي يو هټيوال راوغوښت، چې کم شوى مال بيه کړي او هټيوال هم پينځه درهمه بيه کړل. حضرت علي په ام کلثوم پسې يو کس ولېږ، چې پينځه درهمه راولېږه.

 دا روايت د صفوة د کتاب خاوند هم نقل کړى او همداراز عاصم بن کليب نقل کړي، چې کله له اصفهان څخه حضرت علي ته مال ولېږل شو؛ نو علي پر اوو برخو وويشل او په هغه مال کې يې يوه ډوډۍ وليده، چې بيا يې هم پر اوو برخو وويشله او بيايې په اوو کسانو کې پچه واچوله چې هر يو ته کومه برخه ورسي.

او همداراز ابي صالح روايتوي، چې وايي: له ام کلثوم د علي له لور کره ولاړم، چې د پردې تر شا ږومنځه وهي، چې ورونه يې حسن او حسين راغلل چې ام کلثوم خپلو رورنو ته وويل: ابا صالح ته خواړه نه ورکوئ؟ حسن او حسين راته د يو لوښې ښورا راوړه، چې په کې حبوبات هم وو. پوښتنه مې وکړه: آيا ددې په خاطر مېلمنو ته مو ښورا ورکوئ، چې د خلکو واکمنان ياست؟ ام کلثوم وويل: که امير المؤمنين علي دې ليدلاى و؛ نو څه به دې کړي ول، چې کله ورته ترنج راوړل شول؛ نو کله يې چې يو زوى مخکې له ويشه يو دانه واخسته؛ نو علي يې له لاسه واخسته او بيا يې پر ټولو وويشه.

(هيثمي؛ مجمع: ١٥٨، ١٦٥ مخونه)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٣ مخ) او (د بغداد تاريخ: لومړى ‌ټوک، ٤٩ مخ) د علي د عدالت، قضاوت او پر خلکو د پام په اړه روايتونه نقل کړي دي.

د علي تواضع، سخاوت او بښنه

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٣٤ مخ) له زادان روايتوي، چې وايي: علي مې په بازار کې وليد، چې د بوټانو تسمه يې په لاس کې ده او چې ليدل به يې چې د چا د بوټ تسمه شلېدلې؛ نو هغه ته به يې ورکوله او که چا به ترې پته غوښته؛ نو لارښوونه به يې ورته کوله او که چا به د بار وړونکى په کار و؛ نو علي به ورسره بار تر مزله وړه او تل به يې ويل: (تلک الدار الاخرة نجعلها للذين لا يريدون علوا فى الارض و لا فساد والعاقبة للمتقين) او بيا به يې ويل: دا آيت د قدرت د خاوندانو په اړه راغلى دى.

(بخاري؛ ادب المفرد: باب تکبر) په خپل سند روايتوي، چې وايي: حضرت علي مې په بازار کې وليد، چې پر درهم يې کجورې واخستې او په هماغه پوزي کې يې کور ته يووړې. ما وويل: اميرالمؤمنينه! اجازه راکړئ، درسره يې يوسم. علي وويل: د وړو پلار يې وړوو ته وړ دى.

 دا روايت علي بن سلطان هم د مرقاة د پينځم ټوک په ٥٠٧ مخ کې راوړى او د بغوي معجم کتاب ته يې نسبت ورکړى دى.

(بيهقي؛ سنن: لسم ټوک، ١٣٦ مخ) په خپل سند له شعبي روايتوي، چې وايي: يو ورځ حضرت علي بن ابيطالب ته ولاړو، چې يو نصراني يې وليد، چې يوه زره پلوري. حضرت علي هغه زره ته وکتل او هغه يې خپله ومونده او و يې ويل: دا زره زما ده او زما او ستا په منځ کې به حکم د مسلمانانو قاضي کوي او پر هغه ورځ قاضي شريح و، چې حضرت علي ورته د ورمندون دنده ورکړې وه؛ نو چې کله شريح علي وليد؛ نو له خپل ځايه راپاڅېد او علي يې پر خپل ځاى کېناوه او په خپله د نصراني تر څنګه کېناست. علي شريح ته وويل: که مقابل لورى مې مسلمان و؛ نو زه به ورسره په څنګ کې ناست وم؛ خو ددې لپاره چې نصراني دى، چې د الله تعالی له استازي مې اورېدلي: ((پر دوى ړومبى سلام مه کوئ، ستړي مه شي هم ورسره مه کوئ، د ناروغانو پوښتنې ته يې مه ځئ، تنګسه پرې راوړئ، سپکاوى يې وکړئ؛ لکه چې الله تعالی يې سپکاوى کړى دى))؛ نو د همدې لپاره مې له هغه سره ځان برابر نه کړ؛ نو اوس زما او د هغه تر منځ قضاوت وکړه. شريح وويل : اميرالمؤمنينه! څه دعوى لرئ؟ علي وويل: خپله زره مې چې ورکه کړې وه، له ده سره مې ومونده. شريح نصراني ته مخ کړ او ورته يې وويل: ته په کې څه وايې؟ نصراني وويل: زه اميرالمؤمنين نه تکذيبوم؛ خو يوازې دومره وايم، چې دا زره زما ده. شريح علي ته وويل: د شاهدانو له راوړو پرته نشې کړاى زره ترې لاس ته راوړئ. د اميرالمؤمنين دا خبره خوښه شوه او د قاضي خبره يې تصديق کړه. نضراني وويل: خو زه دا خبره تصديقوم چې دا قانون د انبياو قانون دى، چې د واکمنانو او ولس تر منځ توپير نه قايلېږي او امير په محکمه کې حاضريږي او قاضي يې پر خلاف حکم هم ورکوي او بيا يې اميرالمؤمنين ته مخ کړه او ورته يې وويل: دا زره ستاسې ده؛ زه ستا په اوښ پسې وم، چې زره دې پرې اچولې وه او ترې راګوزاره شوه او ما را اوچته کړه او اوس شهادت ورکوم، چې بې له خدايه بل الله تعالی نشته او محمد يې بنده او استازى دى. حضرت علي وويلل: اوس چې مسلمان شوې؛ نو زه مې زره دربښم او يو ګرانبيه اس يې هم ورکړ.

 دا روايت متقي د کنزالعمال د څلورم ټوک په ٦ مخ کې هم راوړى دى.

(کنزالعمال: درېیم ټوک، ٣٢٤ مخ) له اصبغ بن نباته روايتوي، چې وايي: يو سړى حضرت علي ته راغى او ورته يې وويل: اميرالمؤمنينه! يوه اړتيا لرم او تر تا مخکې مې الله تعالی ته هم ويلي؛ نو که تا مې اړتيا پوره کړه؛ نو د الله تعالی شکر به وکړم او که پوره يې هم نه کړې؛ نو بيا به هم د الله تعالی شکر کوم او تا به معذور وګڼم. حضرت علي وويل: اړتيا دې پر ځمکه وليکه؛ ځکه خوښ نه يم د سوال ذلت دې په څېره کې ووينم او سړي هم پر ځمکه وليکل: اړين يم. علي ورته ټوټه ورکړه، چې هغه سړي داسې شعرونه وويل، چې د هغه سړي د کمال او معرفت څرګندونه يې کوله؛ نو چې کله حضرت علي يې کمال او معرفت وليد؛ نو غږ يې کړ: دينار راوړئ. دينار يې ورته راوړل. اصبغ وايي: ورته مې وويل: اميرالمؤمنينه! يوه ټوټه او سل ديناره يوه سړي ته ورکوئ. حضرت علي وويل: هو! د الله تعالی له استازي مې اورېدلي ول، چې ويل يې: ((له خلکو سره د هغوى د مقام او منزلت له مخې احسان او درناوى يې کوئ)) او ددې سړي مقام او منزلت له ماسره همدومره و.

 متقي په اخر کې وايي: دا روايت ابن عساکر او ابوموسى مدني هم نقل کړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٢٨ مخ) له جعفر بن محمد له پلاره روايتوي، چې وايي: حضرت عمر د ينبع په نامه يوه ځمکه حضرت علي ته ورکړه او حضرت علي يې په څنګ کې نوره ځمکه هم واخسته او په کې يې کارېز وايست؛ نو په همدې ترڅ کې، چې کارګرانو پکې کار کاوه؛ نو د اوښ د اورمېږ هومره چينه پکې راوخوټېده، چې پر حضرت علي يې زېرى وکړ. حضرت علي وويل: پر وارث يې زيرى وکړئ او بيا چينه بېوزليو، مسکينانو، ابن السبيل او في السبيل الله يې خپلوانو، پرديو، نږدېو، لريو، د جګړې په حال، د سولې په حال او. . . ته وقف کړه او په پاى کې يې وليکل: حضرت علي ځکه دا کار وکړ، چې پر هغه ورځ، چې ځينې څېرې سپينې او ځينې تورې شي، چې خپله څېره له اوره وساتي.

(کنزالعمال: درېیم ټوک، ٣١٠ مخ) له عبيدالله بن محمد بن عايشه يو روايت نقل کړى، چې خلاصه يې داده: يوه ورځ يو سوالګر له حضرت علي يو څه وغوښتل. حضرت علي ورته هغه شپږ درهم ورکړل، چې د اوړو اخستو لپاره يې ساتلي ول او د ورکولو پر مهال يې وويل: ((د يوه بنده ايمان هله نږه کېږي، چې پر هغه څه ډاډ ولري، چې له الله تعالی سره يې لري؛ نه پر هغه څه چې له خلکو سره يې لري.))

 راوي وايي: تر اوسه لا علي نه و ناست و، چې يو سړى له اوښ سره تېر شو حال دا، ويل يې: څوک دا اوښ پېري؟ حضرت علي وويل: بيه يې څو ده؟ و يې ويل: يو سل او څلوېښت درهمه. حضرت علي وويل: که په نسيه يې ورکوې؛ نو اخلم يې. سړى له خپل اوښه راکوز شو، چې خپل درهم واخلي، چې يو بل سړى راورسېد او پوښتنه يې وکړه: دا اوښ پېرې؟ حضرت علي ورته و يې ويل: هو! سړي وويل: په څو؟ و يې ويل: په دوه سوه درهمه. و يې ويل: اخلم يې. اوښ يې واخست او دوه سوه درهمه يې ورکړل. حضرت علي ولاړ او يو سل او څلويښت درهمه يې د اوښ پلوري ته ورکړل او شپېته درهمه يې بي بي فاطمې ته ورکړل او د پېښې کيسه يې ورته وکړه، چې دا هغه ژمنه ده، چې الله تعالی له نېکچارو سره کړې ده او و يې ويل: (من جاء بالحسنه فله عشر امثالها)

(ذخاير العقبى: ٧٩ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٣، ٣٩٢ مخ) او (بيهقي؛ سنن: اتم ټوک، ١٨١ مخ) هم د حضرت علي د سخاوت، بښنې او تواضع په اړه روايتونه نقل کړي دي.

د الله تعالی له حقه په دفاع کې پرېکندتوب

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣٤مخ) له حضرت ابو سعيد خدري، (احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ٦٨ مخ)، (ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٧٣٦ مخ) له حضرت زينب بنت کعب عجرة، (ابن جرير طبري؛ تاريخ: دويم ټوک، ٤٠٢ مخ)، (ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٥ مخ)، (حلية الاولياء: لومړى ‌ټوک، ٦٨ مخ) او رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٦ مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې د روستي خلاصه يې داده:

محب طبري له حضرت محمد بن زياد روايتوي، چې وايي: يو کال حضرت عمر بن خطاب حج ته تللى و، چې يو سړى ورته راغى او و يې ويل: په طواف کې يې زما سترګه خوږه کړې ده. حضرت عمر وپوښت: چا وهلى يې؟ و يې ويل: علي بن ابيطالب. حضرت عمر وويل: هېښنده ده، چې د الله تعالی سترګه پر تا لوېدلې او نوره يې پوښتنه ونه کړه، چې ولې يې خوږ کړى يې؟ تردې چې پخپله علي بن ابيطالب، حضرت عمر بن خطاب ته راغى، چې هغه سړى هم له حضرت عمر سره ناست و. حضرت عمر وپوښتل: علي! ولې دې دا سړى وهلى دى؟ حضرت علي په خپله وويل: و مې ليد، چې د الله تعالی د کور د طواف پر مهال د خلکو ښځو ته ګوري. حضرت عمر وويل: ته تل د الله تعالی نور ته پام کوې.

(ذخاير العقبى: ٢٢٣ مخ) له حضرت ابن عباس روايتوي، چې د مکې د سوبې پر مهال رسول الله له ام هاني د حضرت علي له خور کره ولاړ، چې ام هاني وويل: رسول الله! زما زومان، چې ټول مشرکان دي، د علي له وېرې له ما کره پټ شوي او تاسې په خپله پوهېږئ، چې د الله تعالی پر وړاندې علي خپل او پردى نه پېژني؛ نو مخکې له دې، چې د علي په لاس ووژل شي؛ نو له تاسې غواړم حکم وکړئ، چې هغوى په امان کې دي، چې د ام هاني په کور کې يې پناه اخستې وي. رسول الله حکم ورکړ، چې چغې کړئ، چې چا ته چې ام هاني پناه ورکړې، موږ هم پناه ورکړې ده.

(ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٩ مخ) روايتوي، چې کله علي بن ابيطالب شهيد شو او خبر يې عايشې بي بي ته ورسېد؛ نو و يې ويل: تر نن روسته، چې د عرب څه خوښه وي، و دې کړي؛ ځکه څوک نشته، چې مخه يې ونيسي.

د الله تعالی ذکر

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٥١ مخ) په خپل سند له عبدالرحمان بن ابي ليلي له حضرت علي بن ابيطالب روايتوي چې وايي: پخپله بستره کې ويده وم، چې رسول الله راننووت او خپله پښه يې زما او د فاطمې په منځ کې را اوږده کړه او و يې ويل: تر څملاستو مخکې درې دېرش ځل سبحان الله، درې درېرش ځل الحمدالله او څلوردرېرش الله اکبر ووياست. حضرت علي وايي: موږ دا سپارښتنه هېڅکله هم هېره نه کړه. يو سړي، چې د علي دا ادعا و نه منله؛ نو له علي يې وپوښت: آيا د صفين په شپه دې هم هېره نه کړه. حضرت علي وويل: هو! د صفين په شپه مې هم هېره نه کړه.

دا روايت (احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٤٤ مخ او همداراز دويم ټوک: ٦٦١ مخ) هم نقل کړى او ويلي يې دي: پوښتونکى الکواء و او ابن حجرعسقلاني پوښتونکى اشعث بن قيس ښوولې، چې د حضرت علي له دښمنانو و.

(حلية الاولياء: لومړى ‌ټوک، ٦٩ او ٧٠ مخونه) دوه روايتونه راوړي، چې دويمى يې له ابن اعبد نقل کړى، چې وايي: حضرت علي راته وويل: ابن اعبد! آيا خبر يې چې د خوړو حق څه دى؟ ورته مې وويل: نه! راته يې وويل: داچې تر خوړو مخکې ووايې: بسم الله الرحمن الرحيم _ خدايه په روزۍ کې مې برکت واچوې. بيا يې وويل: خبر يې، چې د خوړو شکر څه دى؟ ورته مې وويل: نه! و يې ويل: داچې ووايې: شکر د هغه الله تعالی، چې م خواړه او اوبه يې راکړې. بيا يې راته وويل: غواړې خپله او د رسول الله د لور د فاطمې کيسه درته وکړم؛ هغه د الله تعالی پر استازي تر ټولو ګرانه او سره له دې، چې زما مېرمن وه، دومره مېچنه يې وکړه، چې لاسونه به يې تڼاکې شول، دومره د اوبو بوکې يې راوايستې، چې اوږه يې خوږه شوه، دومره جارو يې ووهله، چې جامې يې خړې شوې، تر دېګ لاندې اور بلولو ته يې دومره پوکي ورکړل، چې له جامو يې د لوږي بوي راته او ډېر کارونو يې ملا ماته کړه؛ نو په هغه ورځو کې يې خورا زيات خادمان او مريان رسول الله ته راوړي ول، چې ما وويل: څه به شوي واى، چې پلار ته دې ورغلې واى او يو خادم يې درکړى و؟

په دې او ړومبي حديث کې چې راوي يې شبث بن ربعي دى، راغلي: فاطمه درې شپې او ورځ رسول الله ته ولاړه؛ خو له دې وړانديزه شرمېده، چې په څلورمه شپه ښځه او مېړه دواړه سره ولاړل، چې رسول الله وپوښتل: علي! هرومرو به کومې اړتيا راوړي ياست. علي وويل: هو! د خادم د نه درلودو امله په تنګسه کې يو. رسول الله وويل: غواړئ داسې څه درزده کړم، چې تر ټولو نعمتونو يې ارزښت ډېر وي؟ ورته مو وويل: ولې نه! پېغمبر وويل: ((تر ويدېدو مخکې سل ځل تکبير، حمد او تسبيح ووياست، چې له زر حسنو سره ويده شئ او سل ځل يې په سهار کې ووياست، چې له زر حسنو سره راويخ شوي ياست.)) او ما د رسول الله د ا سپارښتنه هېڅکله هېره نه کړه؛ خو د صفين په شپه، چې راپاڅېدم او تسبيحات مې وويل.

 حضرت حضرت معاويه بن ابي سفيان ته د ضرار په خبرو کې د حضرت علي کرم الله وجهه فضايل

(حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٨٤ مخ) په خپل سند له ابي صالح روايتوي چې وايي: ضرار بن ضمره کناني _ د حضرت علي تر شهادت روسته _ حضرت معاويه بن ابي سفيان ته ورغى، چې حضرت معاويه وويل: د علي ځانګړنې راته ووايه. ورته يې وويل: که شوني وي؛ نو ما وبښئ! حضرت معاويه بن ابي سفيان وويل: نه! بايد يې ووايې. ورته يې وويل: اوس مې چې نه پرېږدې؛ نو هغه يو داسى سړى و، چې د هېڅ انسان پوهې او فهم او انساني مقام نشو رانغاړلى، ډېر غښتلى او مېړنى و، خبره يې وړه خو پخه وه، حکمت يې په عدل کې و، علم ترې هرې خوا ته خورېده، له دنيا او غولولو يې سخته کرکه کوله، له شپې او تيارې سره يې څه عجيبه الفت درلود، پر الله تعالی چې تل يې په سترګو کې اوښکې وې، فکر يې تل بوخت او لاسونه به يې تل موږل او خپل نفس ته به يې خطاب کاوه او ورسره به يې خبرې کولې، په جامو کې يې لنډې خوښې وې، په خوړو کې يې بې خونده خوښ وو، که پوښتنه به مو ترې وکړه؛ نو ځواب يې راکاوه او سره له دې، چې تل يې غوښتل، موږ ته رانږدې شي، موږ هم ورنږدې وو؛ خو دومره هيبت او دبدبه يې درلوده، چې د خبرو کولو مړانه مو ورسره نه درلوده او چې موسکى به شو؛ نو غاښونه به يې تر شونډو لاندې ښکاره شول، چې د لوء لوء په څېر به ځلېدل. د ديندارانو به يي درناوى کاوه او بېوزله پرې ګران وو، هېڅ بېوزله يې له عدالته نهيلى نه و، الله تعالی مې ګواه دى، چې د شپې په تپه تياره کې يې خپله ږيره په لاس کې نيولې وه او له ځانه تاوېده او د مارچيچلي په څېر لوغړېده او غمجنه ژړا يې کوله، ته وا همدا اوس يې غږ زما په غوږونو کې دى او وايي: پالونکيه! پالونکيه! او د الله تعالی درشل ته يې زارۍ کولې او ويل يې: دنيا! په ما پورې نښتې يې او غواړې له ما زړه يوسې؟؛ خو دومره پوه شه، چې ستا لاس به هېڅکله را و نه رسي؛ نو ولاړه شه او د بل مخې ته ودرېږه او له نورو زړه يوسه، چې ما درې طلاقه درکړي دي؛ ځکه عمر دې لنډ، مجلس دې پرېوتى او ارزښـت دې لږ دى؛ نو څومره سخته ده اوږده لار او د توښې لږوالى.

راوي وايي: چې کله د ضرار خبره دلته راورسېده؛ نو د حضرت معاويه بن ابي سفيان له سترګو اوښکې راتو یې شوې او پر ږيره يې راغلې او په غونډه کې ناست ټول کسان غمجن شول. حضرت معاويه بن ابي سفيان تر ژړا وورسته وويل: هو! ابالحسن داسې و؛ الله تعالی دې وبښي. ضراره! د علي پر مړينه څومره غمجن يې. و يې ويل: دومره؛ لکه د پلار په مخ کې يې، چې د يوازې يو ځوان زوى سر غوڅ شي او نشي کړاى د خپلو اوښکو مخه ونيسي او زه هم داسې يم او دا يې وويل او ولاړ.

دا روايت (ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٤٦٣ مخ) له حرمازي همداني، (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ٢١٢ مخ) کې هم راوړى او طبري دولابي، ابوعمرو او د الصفوه د کتاب خاوند ته نسبت ورکړى دى.

(ابونعيم؛ حلية: لومړى ټوک، ٨٦ مخ) له سلمة بن کهل له مجاهد روايتوي، چې وايي: د حضرت علي لارويان حليم، پوه او مړاوي دي. ډېر سائلان لري، چې د ډېر عبادت له امله پر رهبانيت پېژندل کېږي.

حضرت علي د رسول الله له نظره

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٨٠ مخ)، (ذخاير العقبى: ٧٢ مخ) له حضرت عايشې بي بي روايتوي، چې وايي: رسول الله، چې د استحضار په حالت کې پرېووت؛ نو و يې ويل: حبيب مې راوغواړئ! حضرت ابوبکر ته يې غږ کړ. رسول الله سر را پورته کړ؛ نو همداچې ابوبکر يې وليد؛ نو بېرته يې سر کېښود او ولاړل او حضرت عمر ته يې غږ کړ او بيا رسول الله سر راپورته کړل او چې و يې ليدل، چې عمر دى؛ نو بيرته يې سر کېښود او و يې ويل: حبيب مې راوغواړئ، چې ولاړل او حضرت علي ته يې غږ کړ؛ نو چې کله رسول الله وليدل؛ نو له ځان سره يې په بستره کې دنننه کړ او خپله بستره يې پر هغه هم واچوله او په غېږ کې يې راونيو او خپل لاس يې د علي په لاس کې ورکړ او له دنيا يې سترګې پټې کړې.

(هيثمي؛ مجمع: لومړى ټوک، ٢٩٣ مخ) له حضرت ابي رافع روايتوي چې وايي: رسول الله په داسې حال له دې دنيا سترګې پټې کړې، چې سر يې د حضرت علي په لمن کې و او ورته يې ويل: الله الله، چې له خپلو مريانو سره ښه چلن وکړئ! الله الله، چې لمونځ وکړئ او دا يې روستۍ خبره وه.

(ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، دويم قسم، ٥١ مخ) له عبدالله بن محمد بن عمر بن علي او (کنزالعمال: څلورم ټوک، ٥٥ مخ) دوه روايتونه نقل کړي، چې په دويمي کې يې راغلي، چې حضرت علي وويل: رسول الله ناروغ و؛ نو چې کله ورغلم؛ نو يو سړى مې ورسره وليد، چې د هغه په څېر ښکلى سړى مې لا تر اوسه نه و ليدلى؛ د رسول الله سر يې په خپله لمنه کې کېښود؛ د الله تعالی استازى ويده شو، چې هغه سړي راته وويل: خپل د تره زوى ته دې رانږدې شه، چې تر ما هغه ته وړ او نږدې يې؛ زه ورنږدې شوم او د هغه سړي ما ته خپل ځاى پرېښود او زه يې پر ځاى کېناستم او د رسول الله سر مې په خپله لمن کې کېښود؛ نو ډېر وخت لا نه و تېر شوى، چې رسول الله راپاڅېد او و يې پوښتل: هغه سړى چې زما سر يې په لمن کې و، څه شو؟ ورته مې وويل: زه چې راغلم؛ نو راته يې وويل: خپل د تره زوى ته دې رانږدې شه، چې تر ما ورته وړ يې او زه يې په ځاى کې کېناستم. رسول الله وويل: هغه دې وپېژنده؟ ورته مې وويل: نه! مور او پلار مې درځار. رسول الله وويل: هغه جبراييل و، چې راسره يې خبرې کولې، چې درد مې لږ شو او ويده شوم.

دا روايت (محب طبري؛ ذخاير: ٩٤ مخ) او همداراز د رياض النضره د دويم ټوک په ٢١٩ مخ کې هم نقل کړى او ورپسې له حضرت ابن عباس روايتوي، چې د هغه خلکو په ځواب کې يې وويل، چې په حضرت علي پسې يې خبرې کولې: په هغه چا پسې خبرې کوئ، چې د جبراييل د پښو غږ يې د کور له بامه اورېدل کېږي.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١١٢ مخ) له حضرت جميع بن عمير روايتوي، چې وايي: مور او ترور مې له حضرت عايشې بي بي کره ولاړل _ تر دې چې وايي _ و يې ويل: اوس راته د حضرت علي د ايمان په اړه ووياست. عايشې بي بي وويل: څومره ستره پوښتنه دې وکړه. د هغه سړي په اړه مو وپوښتل، چې دومره رسول الله ته نږدې و، چې د رسول الله ساه د هغه په غېږ کې ووته او علي يې لاس پر خپل مخ وموږد او کله يې چې د پېغمبر د ښحولو په ځاى کې اړپېچ وکړ؛ نو و يې ويل: د پېغمبر د ښحېدو تر ټولو غوره ځاى هماغه دى، چې ساه يې پکې ورکړې وي. مور او ترور مې وويل: ته چې دومره علي ستر ګڼې؛ نو ولې دې ورسره جګړه وکړه او توره دې ورپسې راوايسته؟ و يې ويل: کوم کار چې کېدونکى وي؛ هغه کار کېږي او زه اوس هيله کوم، چې کاشکې دا هر څه چې پر ځمکه دي، زما وي، چې ټول مې ورکړي واى؛ خو دا پېښه نه وه راپېښه شوې.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣٨ مخ) په خپل سند له ابوموسى له ام سلمه بي بي روايتوي، چې وايي: قسم پر هغه چا، چې تل يې قسم خورم، چې يوه ورځ د رسول الله پوښتنې ته ولاړو او سره له دې، چې تر موږ ټولو به ډېر علي ورته او تازه يې له کوره وتلى و؛ خو رسول الله به تل پوښتل؟ علي راغى؟ علي راغى؟ فاطمې بي بي وويل: ګواکې تاسې په خپله په کوم کار پسې لېږلى دى. ام سلمه بي بي وايي: ما ګومان کاوه، چې کوم مهم کار ورسره لري؛ نو له کوټې راووتم او په وره کې په تمه کېناستم، چې علي به کله راځي او زه تر نورو د کور وره ته نږدې وم او همداراز په تمه وم، چې علي راغى او رسول الله ځان پر علي ورګوزار کړ او ورسره يې په غوږ کې پټې خبرې وکړې، چې پر هماغه ورځ يې له دې دنيا سترګې هم پټې کړې.

 حاکم په پاى کې وايي: ددې حديث سند صحيح دى. نسائي هم د خصايص په ٤٠ مخ کې او احمد بن حنبل د مسند د شپږم ټوک په ٣٠٠ مخ کې نقل کړى او نورو د حديث ائمو هم نقل کړى دى.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٢٦٠ مخ) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: چې کله د رسول الله د جنازې لپاره خلک راټول شول؛ نو د رسول الله په کور کې يې له اهلبيتو؛ يعنې عباس د پېغمبر تره، علي بن ابيطالب، فضل، قثم د عباس دوه زامن، اسامة بن زيد بن حارثه او صالح د رسول الله له ازاد شوي پرته هېڅ څوک هم نه وو. د وره له شا اوس بن خولي انصاري _ددې لپاره چې انصار د رسول الله د غسل له برکته بې برخې پاتې نشي _ او همداراز يو له بني عف بني خزرع هم علي ته قسم ورکړ، چې اجازه ورکړي، چې موږ هم راننوځوو؛ حضرت علي اجازه ورکړه؛ خو د غسل په ورکولو کې يې اجازه ورنه کړه. راوي وايي: حضرت علي د رسول الله مړى په خپلې سينې پورې کړ او کميس يې ترې وايست او عباس، فضل او قثم د مړي په سم ايښووو کې له حضرت علي سره مرسته وکړه او اسامه او صالح د رسول الله دوو ازاد شويو به اوبه اچولې او علي به پرېمنځه او هغه څه چې د نورو مړو ليدل کېدل، له پېغمبراکرم څخه و نه ليدل شول؛ نو علي به ويل: مور او پلار مې درځار، چې څومره په ژوند او مړينه کې پاک وې؛ نو کله يې چې غسل ورکړ؛ نو مړى يې وچ کړ او په درېو ټوټو؛ يوه رنګينه او دوو سپينو کې يې کفن کړ. حضرت عباس هغه دوو ته وويل: په ابو عبيده جراح پسې ولاړ شئ، چې د مکې د خلکو قبرايستونکى و او طلحة بن سهل انصاري د مدينې د خلکو قبر ايستونکى و.

هغه چې په ابوعبيده پسې تللى و، پېدا يې نه کړ _ ليکوال _ که له ما يې پوښتئ؛ نو درته به ووايم، چې د رسول الله مړى په کور کې و او هغه او نور اصحاب د اسلام د يو څو ورځو د رياست لپاره راټول شوي ول او له هغه مسيره کاږه شي، چې الله تعالی ورته ټاکلى و _؛ نو يوازې ابي طلحه راغى او د رسول الله لپاره يې قبر وايسته.

 دا حديث ابن ماجه هم د خپل صحيح د ما جاء فى غسل النبي په باب کې له حضرت سعيد بن مسيب څخه په لنډه راوړى او بيهقي د خپل سنن د درېیم ټوک په ٣٨٨ مخ کې له دوو لارو له حضرت سعيد بن مسيب نقل کړى دى.

(حلية الاولياء: څلورم ټوک، ٧٣ مخ) په خپل سند له حضرت جابر عبدالله، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ٣٦ مخ) له حضرت ابن عباس، (ثعلبي؛ قصص الانبياء: ٥٩ مخ) له حضرت ابن عباس، (حاکم؛ مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١١مخ)، (ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، دويم قسم، ٥٠ مخ) په خپل سند له حضرت جابر څخه روايتوي، چې د حضرت عمر د خلافت پر مهال له يوې ډلې اصحابو سره له حضرت عمر سره ناست وو، چې کعب الاحبار پاڅېد او حضرت عمر يې وپوښت: روستۍ خبره، چې رسول الله وکړه او بيا ومړ، څه وه؟ حضرت عمر وويل: بايد علي وپوښتئ. و يې پوښتل: علي چېرې دى؟ و يې ويل: دلته دى. نو هغه يې وپوښت. حضرت علي وويل: رسول الله مې خپلې سينې ته رانږدې کړ او سر يې زما پر اوږه و او راته يې وويل: الصلاة الصلاة او له دنيا يې سترګې پټې کړې. کعب _ له پخوا د يهودو له احبارو و _ وويل: د نورو پېغمبرانو هم روستۍ ژمنه همدا وه؛ يعنې دنده يې درلوده، چې د عمر په روستيو شېبو کې د لمونځ سپارښتنه وکړي او د لمونځ لپاره مبعوث شوي وو. بيا يې وپوښتل: اميرالمؤمنينه! چا رسول الله ته غسل ورکړ. حضرت عمر وويل: علي وپوښته. حضرت علي يې وپوښت، چې په ځواب کې يې وويل: ما غسل ورکاوه، عباس ناست و او اسامه او شقرآن د اوبو راوړو او اچولو دنده درلوده.

(ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، دويم قسم، ٥١ مخ) په خپل سند له ابي غطفان روايتوي، چې وايي: حضرت ابن عباس مې وپوښت: رسوالله چې مړ کېده؛ نو سر يې د چا پر سينه و؟ و يې ويل: سر يې د علي پر سينه و. و يې ويل: اخر عايشې بي بي راته ويلي وو، چې د رسول الله سر زما پر سينه و او ساه يې ووته. حضرت ابن عباس وويل: آيا عقل لرې؟ پر الله تعالی قسم، چې رسول الله پداسې حال له دې دنيا سترګې پټې کړې، چې سر يې د علي پر سينه و او علي غسل ورکړ او پلار مې عباس او رور مې فضل ورسره مرسته کوله او اصولاً چاته يې اجازه ور نه کړي، چې ورننوځي؛ ځکه رسول الله سپارښتنه کړې وه، چې په پټ ځاى کې غسل ورکړئ.

(ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، دويم قسم، ٦١ مخ) له يزيد بن بلال، (رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٨مخ) له حسين بن علي له پلاره له نيکه، (متقي؛ کنزالعمال: څلورم ټوک، ٥٤ مخ) له علي بن الحسين له پلاره له نيکه او کنزالعمال او مناوي د کنوز الحقايق په ١٨٨ مخ کې او همداراز کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٣ مخ کې له حضرت ابن عباس څخه روايتونه نقل کړي، چې رسول الله سپارښتنه او ټينګار کړى و، چې يوازې علي دې غسل ورکړي او داچې پرښتې به ورسره په دې چار کې مرسته کوي، چې روستى روايت مو راوړى دى.

کنزالعمال له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: له حضرت عمر بن خطاب مې واورېدل، چې وايي: پام کوئ او په علي پسې خبرې مه کوئ!؛ ځکه ما د علي په اړه د الله تعالی له استازي داسې څيزونه اورېدلي، چې که يو يې هم د آل خطاب په اړه وو؛ نو د دنيا تر ټولو نعمتونو به غوره وو؛ يوه ورځ زه، ابوبکر، ابوعبيده او نور اصحاب د پېغمبر کور ته ولاړو، چې پر هغه ورځ له ام سلمې بي بي کره و، چې علي مو د رسول الله د کور مخې ته ولاړ وموند. حضرت علي ته مو وويل: غواړو رسول الله ووينو. و يې ويل: همدا اوس بهر راوځي؛ نو ډېر وخت نه و اوختى، چې رسول الله راووت او موږ له ځايه پاڅېدو او پېغمبراکرم پر علي تکيه وکړه او پر لاس يې علي پر اوږه وواهه او و يې ويل: علي! ډېر ژر به تر ما روسته اصحاب درسره دښمني وکړي، ته ړومبى تن يې، چې ايمان دې راوړى، تر ټولو له راتلونکي ښه خبر يې او تر ټولو له الله تعالی سره وفا کوې، په ويش کې تر ټولو ډېر عدالت پلي کوې، تر ټولو پر ولس مهربانه يې، د الله تعالی په لار کې به تر ټولو ډېر خپګانونه او کړاوونه ګالې، ته زما مټ، ما ته غسل راکوونکى او ښحونکى مې يې.

(ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، دويم قسم، ٧٠ مخ) په خپل سند له عبدالله بن محمد بن عمر بن علي بن ابيطالب څخه روايت دى، چې وايي: کله يې چې رسول الله په تابوت کې کېښود؛ نو په جومات کې يې کېښود، چې علي حکم وکړ: څوک يې د جنازې د لمانځه امامت ونه کړي او خلک ډلې ډلې جومات ته راننووتل، په ليکه کې به درېدل او لمونځ به يې کاوه او علي به د جنازې ترڅنګ ويل: سلام دې پر تا وي ايها النبي و رحمة الله و برکاته! پالونکيه! موږ شهادت ورکوو، چې هغه ستا رسالت خلکو ته ورساوه، د امت ښېګڼه يې غوښته، ستا په لار کې يې جهاد وکړ، تردې چې دين ته دې عزت ورکړي. پالونکيه! موږ له هغوى کړې، چې د هغه څه لارويان شوو، چې پر هغه دې نازل کړي، تر هغه روسته مو پر دين ثابت وساتې او په قيامت کې مو ورسره يو ځاى کړې. خلکو به ويل: آمين او ټولو سړيو، ښـځو او ماشومانو د رسول الله د جنازې لمونځ وکړ.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٥٧ مخ) په خپل سند له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي، چې کله رسول الله له دې دنيا سترګې پټې کړې؛ نو پرښتې اهلبيتو ته تسليت ته راغلې، چې غږونه يې اورېدل کېدل؛ خو په خپله نه ليدل کېدې او داسې يې ويل: سلام دې پر تاسې اهلبيتو وي ورحمة الله وبرکاته او له الله تعالی سره د هر خپګان او مصيبت تلافي شته، پر الله تعالی ډاډ ولرئ او ورته هيلمن وسئ، چې واقعي محروم هغه دى، چې د الله تعالی له ثوابه بې برخې وي، السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

 دا حديث ابن حجر د اصابه د دويم ټوک په ١٢٩ مخ کې راوړى او د بيهقي دلائل کتاب ته يې نسبت ورکړى دى.

(سيوطي؛ درالمنثور: د آل عمران د سورت د (کل نفس ذائقة الموت) د آيت په تفسير کې، (ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، دويم قسم، ٤٨ مخ)، (ابن حجر؛ اصابه: دويم ټوک، ١٢٧ او ١٢٨ مخونه)، (علي بن سلطان؛ مرقاة: پينځم ټوک، ٥٠٤ مخ) په دې اړه روايتونه راوړي، چې اهلبيتو د چا تسليت واورېد؛ خو څوک يې و نه ليد. حضرت علي وويل: دا حضرت خضر دى، چې تسليت ته راغلى دى.

تر رسول الله روسته يې د دندو سرته رسونکى

(امام احمدبن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١١١مخ)، (کنزالعمال: دويم ټوک، ٣٩٦ مخ)، (رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٨ مخ)، (ابونعيم؛ حلية الاولياء: لسم ټوک، ٢١١ مخ)، (ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، ٨٩ مخ)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٣، ١٥٥ مخونه)، (هيثمي؛ مجمع الزوائد: نهم ټوک، ١١٣ مخ)، (مناوي؛ فيض القدير: څلورم ټوک، ٣٥٩ مخ او همداراز د نهم ټوک، ١٢١، ١٣٨ مخونه)، (نسائي: خصايص: ٤ مخ) او (کنوزالحقايق: ٩٢ مخ) روايتونه نقل کړي، چې په ټولو کې رسول الله ويلي: ((علي يوازېنى تن دى، چې تر ما روسته به مې پورونه ورکوي، د خلکو امانتونه به ورکوي، له خلکو سره پر کړيو ژمنو به مې وفا کوي او هغه مې په دنيا او اخرت کې د لوا خاوند دى.))

(ابن سعد؛ طبقات: دويم ټوک، ٨٩ مخ) په خپل سند له عبدالواحد بن ابي عون روايتوي، چې وايي: چې کله رسول الله له دې دنيا سترګې پټې کړې؛ نو حضرت علي حکم وکړ، چې منادي دې نعرې کړي: که څوک د الله تعالی پر استازي پور او يا کومه ژمنه يې ورسره کړې وي؛ نو راشئ چې در يې کړم او د رسول الله پر ژمنه وفا وکړم او علي به تل د حج په موسم کې په عقبه کې د غټ اختر پر ورځ داسې اعلان کاوه، تردې چې په خپله حضرت علي هم ومړ او تر هغه روسته امام حسن دا کار کاوه، چې هغه هم شهيد شو او تر هغه روسته امام حسين دا کار وکړ، چې هغه هم شهيد شو. سلام الله عليهم.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٢٦٠ مخ) په خپل سند له حضرت ابن عباس، (فخر رازي؛ تفسير کبير: د کوثر د سورت په تفسير کې)، (امام احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ٣٣١ مخ ) له جابر، (بيهقي؛ سنن: پينځم ټوک، ٦ مخ)، (ابن سعد؛ طبقات: اووم ټوک، دويم قسم، ١٤٥ مخ) او (ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه: څلورم ټوک، ١٦٩مخ) روايتونه نقل کړي، چې رسول الله د قربانۍ سل اوښان راوړي وو، چې د غټ اختر پر ورځ يې شپږ دېرش په خپله قرباني کړل، چې ستړى شو؛ نو نور علي قرباني کړل او پېغمبر حکم وکړ، چې پر خلکو يې وايشه او يوازې له هر يوه لږه غوښه وساته او په يوه دېګ کې يې پخه کړه، چې و يې خورو.

(صحيح ابي داود: اتلسم ټوک، د مړي لپاره د قربانۍ باب) له حنش او (مستدرک الصحيحين: څلورم ټوک، ٢٢٩ مخ) په دې مضمون روايتونه نقل کړي، چې د الله تعالی استازي وصيت کړى و، چې هر کال ورته قرباني وشي او هر کال به علي ورته دوه سيرلي قرباني کول.

تر رسول الله (ص) روسته له حضرت علي سره د امت چلن

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٤٠ مخ) په خپل سند له ابي ادريس او دى له علي روايتوي، چې وايي: يوه وړاندوينه، چې رسول الله زما په اړه کړې وه، چې علي! ډېر ژر به تر ما روسته امت درسره خيانت او جفا وکړي.

 بيا حاکم وايي: ددې حديث سند صحيح دى.

 دا روايت (خطيب بغدادي: د بغداد تاريخ: يوولسم ټوک، ٢١٦ مخ) او (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ٧٣ مخ) هم نقل کړى او ابن ابي شيبه، حارث، بزار، حاکم، عقيلي او بيهقي ته يې نسبت ورکړى دى.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٤٢ مخ) په خپل سند له حيان اسدي روايتوي، چې وايي: له حضرت علي مې واورېدل: رسول الله ما ته وويل: ((علي! ډېر ژر به زما تر مړينې روسته امت درسره جفا او خيانت وکړي او ته به له ملت او زما له دين سره ژوند کوې او څوک چې درسره دښمني وکړي؛ نو راسره به يې کړې وي او ډېر ژر به دې دا _ د علي ږيرې ته په اشارې _ د کپرې پر وينو ولړل شي.))

دا روايت (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٧ مخ) هم نقل کړى او د افراد په کتاب کې دارقطني، حاکم او خطيب ته نسبت ورکړى، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٣٧ مخ)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٤٠ مخ) په دې اړه دوه روايتونه راوړي، چې په دويمي کې حضرت ابن عباس د رسول الله د خولې وينا را اخلي، چې علي ته وايي: ډېر ژر زما تر مړينې روسته ګرفتارۍ او کړاوونه ولرې. علي وپوښتل: دين خو به پر ځاى وي که نه؟ رسول الله وويل: ته به زما پر دين يې.

(حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٦٦ مخ) په خپل سند له ابي برزه په دې اړه يو روايت نقل کړى دى.

(د بغداد تاريخ: دولسم ټوک، ٣٩٨ مخ) په خپل سند له عبدالله بن احمد بن کثير او احمد بن زهير په خپل سند له ابي عثمان نهدي له حضرت علي بن ابيطالب روايتوي، چې وايي: د الله تعالی له استازي سره له يوه بڼه څخه تېرېدو. ورته مې وويل: رسول الله! څومره ښکلى دى . پېغمبراکرم راته وويل: ستا د جنټ بڼ تر هغه ښکلى دى او همداراز له يوه بڼه تر بله بڼه، چې اووه بڼه شول _ او د زهير بن احمد په روايت له نهو بڼونو تېر شو او ما به هماغه خبره پېغمبر ته کوله، چې رسول الله په غېږ کې راونيوم او سخت په ژړا شو؛ نو ورته مې وويل: رسول الله! ولې ژاړې؟ پېغمبر: هغه کينې مې ژړوي، چې د خلکو په زړونو کې درته پرتې دي، چې نه يې رابرسيروي؛ خو زما تر مړينې روسته. و مې پوښتل: دين به مې روغ رمټ پاتې کېږي؟ رسول الله: هو ته به تل زما پر دين يې.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٨ مخ) او د هغه د وينا له مخې بزار، ابويعلي، ابوالشيخ، د (القطع و السرقة) په کتاب کې، ابن جوزي، ابن النجار په خپل تاريخ کې، (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ٢١٠ مخ) او د هغه د وينا له مخې، احمد په مناقب، (احمد؛ مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣٩ مخ) يو بل روايت په هماغه مضمون نقل کړى، (ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، لومړى قسم، ٢٤ مخ) له حسن بن علي روايت کړى: يوه شپه پېشمنى مې له پلار سره وم او ورسره کېناستم، چې راته يې وويل: نن ځکه ويده نشوم، چې ماشومان له خوبه راويخ کړم؛ خو په دې اخره کې مې سترګه درنه شوه او په ناسته ويده شوم. رسول الله مې وليد او د امت له لاسه مې ورته ګيله وکړه. راته يې وويل: علي! ښېرا ورته وکړه. ما وويل: تر دوى ښه او غوره خلک ما ته راکړه او تر ټولو بد امير ورروزي کړه.

(اسدالغابه: څلورم ټوک، ٣٦ مخ) دې ته ورته روايت له حسين بن علي راوړى؛ خو ابن اثير يې په پاى کې وايي: زما په ګومان، چې علي بن حسين به غلط وي او هماغه حسن بن علي به صحيح وي.

(ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٤٧٠ مخ) له ابوعبدالرحمان سلمي روايتوي، چې وايي: د هماغه شپې پر سهار، چې علي شهيد شو؛ نو حسن بن علي ته ولاړم، چې حديثونه يې راته وويل، چې و يې ويل: پرون شپه پېشمنى مهال مې له پلاره واورېدل، چې ويل يې: زويه! نن شپه مې رسول الله په خوب کې وليد او ورته مې ګيله وکړه، چې تر تګ روسته مو راباندې امت څومره کړاوونه راوړل. پېغمبراکرم راته وويل: ښېرې ورته وکړه. ما وويل: خدايه! داسې خلک راکړه، چې تر دوى ښه وي او زما پر ځاى داسې امير ورکړې، چې تر ټولو بد وي او په همدې حال کې يې موذن راغى، چې د لمانځه وخت دى. پلار مې پاڅېد او جومات ته ولاړ او دوه کسانو پرې يرغل و کړ، چې د يوه د تورې ګوزار پر دېوال ولګېد او د بل د تورې ګوزار مې د پلار پر کپره ولګېده.

د حضرت علي د شهادت په هلکه د رسول الله وړاندوينه او داچې په کومه شپه او په کوم ساعت کې به په شهادت رسي

 (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٤٢ مخ) له حيان اسدي روايتوي: حضرت علي وايي: رسول الله راته وويل: ډېر ژر به زما تر مړينې روسته امت درسره جفا او خيانت وکړي؛ خو ته به زما پر ملت او دين ژوند کوئ او زما پر سنت به ووژل شې؛ نو که چا درسره مينه وکړه؛ نو له ماسره يې مينه کړې او که چا درسره دښمني وکړه؛ نو راسره به يې کړې وي او ډېر ژر به دا _ د علي ږيرې ته په اشارې _ ددې په واسطه _د علي کپرې ته اشاره _ رنګينه شي.

(استيعاب: دويم ټوک، ٤٨١ مخ) په خپل سند له حضرت ابن ابي فضاله (رض) روايتوي، چې وايي: يوه ورځ مې له پلار سره ينبيع ته ولاړم، چې د حضرت علي عيادت وکړو، چې دومره سخت ناروغ شوى و، چې ټول وېرېدلي وو؛ پلار مې وويل: ولې په ينبيع کې پاتې شوي ياست؛ نو که دلته له دنيا سترګې پټې کړئ؛ نو څوک به مو کارونه کوي؛ پرته له يوې ډلې جهينه عربو چې؛ نو غوره به نه وي، چې هر څنګه، چې وي ځان مدينې ته ورسوئ؛ نو که مرئ، چې خپل خپلوان مو په شاوخوا کې وي.

حضرت ابوفضاله له هغه اصحابو و، چې د بدر په جګړه کې يې هم ګډون کړى و. حضرت علي وويل: زه به په دې ناروغۍ مړ نشم؛ ځکه رسول الله راسره ژمنه کړې، چې ته به نه مرې؛ خو دا چې پر امارت دې وټاکي او بيا دې دا ځاى _ ږيرې ته اشاره _ ددې ځاى پر وينو _ کپرې اشاره _ رنګينه شي. او بيا حضرت ابوفضاله د صفين په جګړه کې د علي په پلوۍ د معاويه له اړخه شهيد شو.

(ابي داود طيالسي: مسند: لومړى ټوک، ٢٣ مخ) په خپل سند له زبيد بن وهب روايتوي، چې وايي: د خوراجو مشر علي ته راغى او و يې ويل: له الله تعالی ووېرېږه او دومره د خلکو وينه مه تويوه اخر يوه ورځ خو به ته هم مرې. حضرت علي وويل: نه!ر هغه الله تعالی قسم، چې دانې راټوکوي او انسانان جوړوي؛ زه به مړ نشم؛ بلکې و به وژل شم او دا _ ږيرې ته اشاره _ به ددې ځاى په وينو _ کپرې ته اشاره _ رنګينه شي _ او دا هرومرو قضا ده او تاوان به هغه کړى وي، چې افتراء تړي.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٣٧ مخ) له حضرت عايشې بي بي روايتوي، چې وايي: رسول الله مې له حضرت علي سره وليد، چې ښکلوي يې او ورته يې ويل: مور او پلار مې له يوازې شهيده ځار شي. بيا هيثمي وايي: دا روايت ابويعلي هم نقل کړى، ابن حجر د صواعق په ٧٤ مخ کې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٧ مخ کې هم نقل کړى دى.

 (کنزالعمال: شپږم ټوک: ١٥٧ مخ : ) رسول الله وايي: دا _ علي ته اشاره _ هېڅکله به مړ نشي؛ خو هغه مهال، چې زړه يې خوړين شي _ د غم او کړاوونو له لاسه _ او مړ به نشي؛ خو دا چې و يې وژني. (کنزالعمال: شپږم ټوک: ٣٩٨ مخ) هم دې مضمون ته نږدې يو بل روايت نقل کړى دى.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٥٦ مخ) په خپل سند له عبدالله بن سبع روايتوي، چې وايي: حضرت علي راته وينا کوله: قسم پر هغه الله تعالی، چې دانې راټوکوي او انسانان پېدا کوي، دا به ډېر ژر په دې رنګينه شي. خلکو وويل: اميرالمؤمنينه! ووياست، چې قاتل مو څوک دى، چې خانه يې ورخرابه کړو. حضرت علي وويل: پر الله تعالی مو قسم، چې تر ما روسته به زما له قاتل پرته پربل چا ان نيوکه هم نه کوئ.

(ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، لومړى قسم، ٢٢ مخ) او همداراز د هماغه کتاب د درېیم ټوک د لومړي قسم په ٢٣ مخ کې په دې اړه دوه روايتونه راغلي، چې په دويمي کې يې راغلي: ام جعفر سريه روايت کاوه او و يې ويل: ما د حضرت علي پر لاس اوبه اچولې، چې ناڅاپه يې سر اسمان ته پورته کړ او خپله ږيره يې پر لاس اوچته او تر پوزې يې ورسوله او ورته يې وويل: واهاً لک! ډېر ژر به رنګينه شې. دا يې وويل او د هماغې ونۍ د جمعې پر ورځ يې پر سو ګوزار وخوړ.

(ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، لومړى قسم، ٢٢ مخ) په خپل سند له محمد بن سيرين روايتوي، چې وايي: حضرت علي بن ابيطالب کرم الله وجهه ابن ملجم مرادي ته وويل: اريد حياته و يريد قتلي عذيرک من خليلک من مرادى.

 دا حديث ابن عبدالبر هم د استيعاب د دويم ټوک په ٤٧٠ مخ کې نقل کړى دى.

(استيعاب: دويم ټوک، ٤٧٠ مخ) په خپل سند له سکين بن عبدالعزيز عبدي روايتوي، چې له خپل پلاره يې اورېدلي: عبدالرحمان بن ملجم راغى او له حضرت علي يې مرکب وغوښت او حضرت علي مرکب ورکړ او خلکو ته يې مخ کړ او و يې ويل: زه يې ژوند غواړم او هغه مې مرګ او زه له هغه سره داسې چلن کوم، چې د خپل هوډ د پلي کولو لپاره هېڅ پلمه نه لري؛ نو ټول پوه شئ، چې هغه مې وژونکى دى. په ډله کې ځينو وويل: نو ولې مو ازاد پرېښى او ولې يې شر له ځانه نه کموئ؟ حضرت علي وويل: ځکه زه يې لا تر اوسه نه يم وژلى.

 دا روايت محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٤٥ مخ کې هم نقل کړى، چې حضرت علي ته يې خبر راوړ، چې ابن ملجم خپله توره پر زهرو ککړوي، وايي: ډېر ژر به علي داسې ووژنم، چې د ټولو عربو د مجلس نُقُل شي. بيا حضرت علي ورپسې يو تن ورولېږه، چې ولې دې توره پر زهرو ککړوې. ابن ملجم وويل: خپل او ستا دښمن لپاره. حضرت علي پرېښود او و يې ويل: څه وکړم تر اوسه خو يې لا زه نه يم وژلى. [دا روايت ابوعمرو هم نقل کړى دى. ]

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤١٢ مخ) له معاوية بن جوين حضرمي روايتوي، چې وايي: يوه ورځ لښکر د حضرت علي په مخ کې رسم ګذشت کاوه، چې پکې ابن ملجم هم تېر شو. علي يې نوم وپوښتن. بل نوم يې ورته وښود. حضرت علي وويل: دروغ وايي! د پلار نوم دې څه دى؟ خو ابن ملجم ورته و نه ويل، چې حضرت علي وويل: اخر رسول الله راته ويلي، چې وژونکى دې د يهوديانو په څېر؛ بلکې په خپله يهودي دى.

(صواعق محرق: ٨٠ مخ) پر هغه شپه، چې پر علي ګوزار وشو؛ نو ډېر زيات به له خونې راوت او اسمان ته به يې کتل او ډېر به يې ويل: پر الله تعالی قسم دروغ نه وايم او دروغ هم راته نه دي ويل شوي او دا هماغه شپه ده، چې خبر يې راکړ شوى دى؛ نو همداچې پېشمنى مهال له کوره ووت؛ نو ابن ملجم پرې ګوزار وکړ.

(اسدالغابه: څلورم ټوک، ٣٥ مخ) په خپل سند له حسن بن کثير له پلاره روايتوي، چې وايي: هغه شپه علي د سهار لمانځه ته له کوره ووت، مرغاوۍ يې مخې ته راغلې او ورته پر اوازونو شوې؛ خو موږ وشړلې. حضرت علي وويل: پرېږ يې دئ، چې ستېنۍ وکړي؛ نو همداچې جومات ته ننووت؛ نو پر سر يې ګوزار وخوړ او له دې حديثه په ګوتو کېږي، چې حضرت علي ته د خپل شهادت شپه او ساعت معلوم و.

 دا حديث (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤١٣ مخ) هم نقل کړى او ابن عساکر ته يې نسبت ورکړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٤٥ مخ) همدا حديث نقل کړى او په پاى کې يې راوي وايي: اميرالمؤمنينه! تاسې زموږ لاس د مراديانو پر وړاندې خلاص پرېږدئ، اخر هغوى خو په دې ښار کې اوبه، پټى او خپلوان نه لري؛ نو اجازه راکړئ، چې له دې ښاره يې بهر کړو. حضرت علي وويل: نه! خوکه يې زه ووژلم؛ نو تاسې يې هم ووژنئ او که روغ شوم؛ نو يوازې د ټپ قصاص يې کړئ.

حضرت علي ددې امت ذوالقرنين دى

( طحاوي؛ مشکل الآثار: دويم ټوک، ٣٥٠ مخ) په خپل سند له ابي الطفيل روايتوي، چې وايي: حضرت علي پر ممبر وويل: ((سلونى قبل ان تفقدونى))؛ يعنې مخکې له دې، چې له لاسه مې ورکړئ؛ نو ومې پوښتئ او تر ما روسته به زما په څېر يو هم د خپلو پوښتنو لپاره پېدا نه کړئ. ابوالکواء پاڅېد او و يې ويل: ذوالقرنين پېغمبر و که پادشاه؟ حضرت علي وويل: نه پېغمبر و نه پادشاه؛ بلکې يو صالح انسان و، چې الله تعالی پرې ګران و او پر الله تعالی هم ګران و؛ د الله تعالی لپاره يې ښېګڼه غوښته او الله تعالی به هم ورته ښېګڼه غوښته؛ يو ځل يې د سر پر ښي اړخ وواهه او ومړ او بيا راوژندى شو او بيا يې د سر پر کيڼ اړخ وواهه او ومړ او په تاسې کې هم داسې څوک شته، چې د هغه په څېر دى.

دا روايت (متقي؛ کنزالعمال: لومړى ټوک، ٢٥٤ مخ) هم نقل کړى او ويلي يې دي، چې حضرت علي وويل: الله تعالی ژوندى کړ، چې له کفارو سره وجنګېږي او بيا يې د سر پر بل اړخ وواهه او ومړ او بيا الله تعالی راژوندى کړ؛ خو الله تعالی راژوندى کړ، چې جهاد وکړي او د همدې لپاره ورته ذوالقرنين ويل کېږي او په تاسې کې هم داسې څوک شته، چې پر سر به پرې ګوزار کېږي.

 دا روايت عبدالحکيم د فتوح مصر په کتاب کې له ابن ابي عاصم، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢١٠ مخ کې له هروي نقل کړى، چې وايي: که ورته ذوالقرنين ويل کېده؛ نو ددې لپاره وو چې خپل قوم يې د الله تعالی عبادت ته رابله او خلکو د سر پر ښي اړخ وواهه او ومړ او الله تعالی بيا ژوندى کړ او دا ځل يې د سر پر کيڼ اړخ وواهه او بيا ومړ او بيا الله تعالی راژوندى کړ او که حضرت علي ويل، چې په تاسې کې هم د هغه په څېر يو سړى شته؛ نو مطلب يې خپل ځان و؛ ځکه يو ځل عمرو بن عبدود د خندق په جګړه کې پر سر وواهه او بل ځل ابن ملجم.

(سيوطي؛ درالمنثور: د (والشمس) د سورت په تفسير کې) له ابن ابي حاتم، ابن مردويه، ابونعيم او حضرت عمار ياسر، (نسائي؛ خصايص: ٣٩ مخ)، (احمد بن حنبل؛ مسند: څلورم ټوک، ٢٦٢ مخ)، (حاکم؛ مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٤٠ مخ)، (طحاوي؛ مشلکل الآثار: لومړى ټوک، ٣٥١ مخ)، (ابن جرير طبري؛ تاريخ: دويم ټوک، ١٢٣ مخ) له دوو لارو، (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٩ مخ) روايتونه راوړي، چې چې د ټولو مانا او نچوړ دادى، چې رسول الله علي ته وويل: په بشر کې تر ټولو بدمرغه دوه تنه دي؛ يو د ثمود د قوم هغه سړى، چې د حضرت صالح اوښه يې ووژله او دويم هغه چې ستا ږيره به ستا د سر په وينو ککړوي.

(مستدرک الصحيحين: دويم ټوک، ١١٣ مخ)، (بيهقي؛ سننن: اتم ټوک، ٥٨ مخ) او (ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه: شپږم ټوک، ٣٣ مخ) له ابي سنان دولي روايتوي، چې وايي: حضرت علي سخت ناروغ شو او زه يې پوښتنې ته ورغلم او ورته مې وويل: خلک ستا له مړينې ورېرېږي. حضرت علي وويل: خو زه هېڅ نه وېرېږم؛ ځکه پوهېږم په دې ناورغۍ له دنيا نه ځم؛ ځکه د الله تعالی له استازي مې واورېدل: تا به پر سر يو ګوزار پر دې ځاى او بل پردې ځاى ووهي او د خپل سر دوو اړخونو ته په اشارې يې وويل: وينه به دې داسې راتو یې شي، چې ږيره به دې پرې رنګينه شي او ددې کار کوونکى د امت تر ټولو بدمرغه انسان دى؛ لکه څنګه چې د ثمود د قوم تر ټولو بدمرغه انسان هغه و، چې د صالح اوښه يې ووژله.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٣٠ مخ) په خپل سند له عبدالله بن سبع روايتوي، چې وايي: حضرت علي وويل: ډېر ژر به دا په دې رنګينه شي او نه پوهېږم، چې ددې امت تر ټولو بدمرغه انسان څه ته په تمه دى؟ وويل شول: اميرالمؤمنينه! موږ ته ووايه، چې هغه څوک دى، چې خانه يې ورخرابه کړو. که داسې وشول؛ نو زما لپاره به مو زما له وژونکي پرته بل وژلى وي.

 دا روايت (ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، ٢٢ مخ) او (خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: دولسم ټوک، ٥٧ مخ) هم نقل کړى دى.

(ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، لومړى قسم، ٢١ مخ) له ابي الطفيل روايتوي، چې وايي: حضرت علي خلک له ځان سره بيعت ته راوبلل او په خلکو کې عبدالرحمان د ملجم زوى هم و، چې حضرت علي دوه ځل رد کړ او درېیم ځل راغى، چې حضرت علي وويل: څوک به د امت تر ټولو بدمرغه انسان مخه و نه نيسې، چې دا په دې رنګين کړي او بيا يې دا دوه بيته شعر ووايه:

اشدد حياز يمک للموت فان الموت اتيک

                 ولا تجزع من القتل اذاحل بواديک

يعنې ملا دې د مرګ لپاره کلکه وتړه، چې مرګ به راشي او له مړينې جرع مکوه، چې کله ستا پر لور راشي.

دا روايت (طحاوي؛ مشکل الآثار: لومړى ټوک، ٣٥٢ مخ) هم له دې اضافتوب سره نقل کړى، چې و يې ويل: څومره چټل دى ددې امت تر ټولو بدمرغه انسان؛ خلاصه داچې په دې روايت کې د (ما يجس) د ټکي پر ځاى د (ما انجس) ټکى راغلى دى.

دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٣٥ مخ کې نقل کړى دى.

(ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، لومړى قسم: ٢٢ مخ) په خپل سند له عبيده روايتوي، چې وايي: علي وويل: څه د امت تر ټولو بدمرغه انسان مخه نيولې، را دې شي او ما دې ووژني. خدايه! ما دا امت ستړى کړ او زه هم دې امت ستړى کړى يم، ما د هغوى له لاسه خلاص کړه او هغوى زما له لاسه.

(ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک: لومړى قسم: ٢٢ مخ) بيا هم له عبيده، (د بغداد تاريخ: لومړى ټوک، ١٣٥ مخ) په خپل سند له جابر بن سمرة، (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٨ مخ)، (زمخشري په کشاف او فخر رازي په کبير تفسير کې ) دواړو د اعراف د سورت د (هذه ناقة الله لکم اية) آيت په تفسير کې، (اسدالغابه: څلورم ټوک، ٣٤ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤١٢ مخ)، (رياض النضره: دويم ټوک، ٢٤٨ مخ)، (ابن عبدالبر؛ استيعاب: دويم ټوک، ٤٠٧ مخ)، (عسقلاني؛ فتح الباري: اتم ټوک، ٧٦ مخ)، (ثعلبي؛ قصص الانبياء: ١٠٠ مخ) او ( شبلنجي؛ نورالابصار: ٩٧مخ) هم په دې اړه روايتونه نقل کړي دي.

(شبلنجي؛ نورلابصار: ٩٨ مخ) د ابي بکر خوارزمي د مناقب له کتابه نقلوي، چې ابوالقاسم بن محمد وويل: ما په مسجدالحرام کې يوه ډله وليده، چې په مقام ابراهيم کې له يوه چا راټوله شوې ده؛ نو ومې پوښتل: دا څوک دى؟ و يې ويل: يو راهب دى، چې نوى مسلمان شوى او مکې ته راغلى او هېښنده کيسې کوي؛ نو زه هم ورنږدې شوم او و مې ليدل، چې يو بوډا دى، چې په مقام ابراهيم کې ناست دى او له خلکو سره خبرې کوي او خلک يې هم خبرو ته غوږ دي او خپله هېښنده کيسه يې ما ته داسې وکړه: په صومعه کې ناست وم، چې ناڅاپه مې يوه ستره مرغۍ وليده، چې په يوه ډبره راکوزه شوه؛ خوړل شوي خواړه يې راوګرزول؛ نو و مې ليدل، چې خواړه يې د انسان د بدن څلورمه برخه ده؛ مارغه والوت او له سترګو ورک شو او ډېر وخت لا نه و تېر شوى، چې بيا راغى او بيا يې د انسان د بدن څلورمه برخه راوګرځوله او همداراز راته او ته، چې ټول انسان يې راوګرځاوه او بيا چې دا مارغه ولاړ؛ نو د انسان دا څلور برخې يو ځاى شوې او ژوندى شو او زه ډېر زيات حيران شوم او په همدې حال کې مارغه راستون شو او څلورمه برخه يې وخوړ او بيا په نورو وارونو کې يې نور هم وخوړ او سبا بيا هماغه مارغه راغى او هماغه عمل يې بيا تکرار کړ؛ نو دا ځل چې کله بيا د هغه انسان بدن را ژوندى شو؛ نو له صومعې راکوز او شوم او د الله تعالی قسم مې ورکړ، چې ته څوک يې؟ د يوې شېبې لپاره چوپ و؛ بيا مې قسم ورکړ، چې و يې ويل: زه ابن ملجم مرادي يم. پوښتنه مې وکړه: ستا کيسه څه ده؟ راته يې وويل: ما علي بن ابيطالب وژلى او الله تعالی هم دې مرغه ته دنده ورکړې، چې هر ورځ مې داسې وکړوي؛ نو ما خپله کډه وتړله، چې څېړنه وکړم، چې علي بن ابيطالب څوک دى، چې راته وويل شول، چې د رسول الله د تره زوى دى؛ نو اسلام مې راوړ او اوس د الله تعالی د کور او رسول الله د قبر زيارت ته راغلى يم.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٤٤ مخ) په خپل سند له شعبي، (شافعي؛ مسند: کتاب قتال اهل بغى: ١٨٠ مخ) له ابراهيم بن محمد بن جعفر بن محمد، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٢٣ مخ) له جعفربن محمد روايتونه نقل کړي، چې د ټولو نچوړ دادى، چې روسته تر دې چې علي ګوزار وخوړ؛ نو وصيت يې وکړ، چې ژوندى يم؛ نو پر ما له ګوزار کوونکي سره نېکي وکړئ او په نرم ځاى کې ورته د خوب ځاى جوړ کړئ؛ نو که ژوندى پاتې شوم؛ نو يا به يې وبښم او يا به يې قصاص کړم او که مړ شوم؛ نو ژر تر ژره يې غرغره کړئ، چې له خپل پالونکي سره ورسره جګړه وکړم او تر وژولو روسته يې مه مثله کوئ.

 دا مضمون بيهقي هم نقل کړى دى.

(اسدالغابه: څلورم ټوک، ٣٨ مخ) په خپل سند له عمرو ذى مر روايتوي، چې وايي: چې کله حضرت علي ګوزار وخوړ؛ نو زه يې پوښتنې ته ورغلم؛ نو و مې ليد، چې سر يې تړلى دى، ورته مې وويل: اميرالمؤمنينه! د ګوزار ځاى مو راوښيه! علي ټپ خلاص کړ او ما ټپ وليد او ورته مې وويل: رغى ټپ دى او دومره خاص خبره نه ده. حضرت علي وويل: خو زه درنه ځم. له پردې هخوا د ام کلثوم د ژړا غږ راپورته شو. حضرت علي وويل: غلې شه! پر الله تعالی که هغه څه دې ليدلاى، چې زه يې ګورم؛ نو نه به دې ژړل. ومې پوښتل: اميرالمؤمنينه! تاسې څه وينئ؟ و يې ويل: ډلې ډلې پرښتې او انبياء راځي او دا محمد رسول الله دې چې وايي: علي! زيرى دې پر تا وي، چې له کړختونو به خلاص شې.

 (اسدالغابه: څلورم ټوک، ٣٥ مخ) په خپل سند له عثمان بن مغيره روايتوي، چې د رمضان مياشت شوه؛ نو علي به د روژه ماتي لپاره هره ورځ له يو اولاد کره ته؛ يو شپه د حسن کور ته، بله شپه د حسين، بله شپه د عبدالله بن جعفر کور ته او هره شپه به يې تر درې کپو ډېر خواړه نه خوړل؛ نو د علت پوښتنه به چې ورځنې وشوه؛ نو ځواب به يې ورکاوه: غواړم په وږي نس له خپل پالونکي سره ووينم او په همدې دوو يا درې شپو کې به له خپل پالونکي سره ووينم.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤١١ مخ) همدا مضمون په يو بل روايت کې نقل کړى، چې پکې وايي: لږې شپې پاتې دي، چې د الله تعالی امر وشي او غواړم هغه مهال وږى يم.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٥ مخ) له حضرت ابي ذر روايتوي، چې وايي: رسول الله وويل: چې کله د معراج شپه شوه؛ نو يوه پرښته مې وليده، چې د نور پر تخت ناسته ده _ بيا يې د پرښتې د ځانګړنو تر بيانولو روسته وويل: جبراييل مې وپوښت: دا څوک دى؟ و يې ويل: عزرائيل دى، چې ټول مخلوقات يې د دوو زنګونونو په منځ کې ځايېږي او لا س يې ختيځ او لويديځ ته رسي؛ نو ته هم ورته سلام وکړه. ما سلام وکړ، چې په ځواب کې يې وويل: و عليک السلام يا احمد؛ د تره زوى دې څنګه دى؟ ورته مې وويل: مګر زمام د تره زوى پېژنې؟ و يې ويل: څنګه يې نه پېژنم، چې ستا او د هغه په اړه راته ځانګړې سپارښتنه شوې ده او هغه داچې له تا او هغه ساه و نه باسم؛ ځکه په خپله الله تعالی به له تاسې ساه باسي.

 دا روايت د ملا په سيرة کې هم راغلى دى.

(مستدرک الصحيحين: لومړى ټوک، ٣٦١ مخ) په خپل سند له ابي وائل روايتوي، چې وايي: حضرت علي يو څه مشک درلودل او وصيت يې وکړ، چې په هغه مشکو يې حنوط کړئ او و يې ويل: دا له هغه مشکو پاتې شوي، چې رسول الله مې پرې حنوط کړى و.

 رياض النضره هم دا مضمون له هارون بن سعيد څخه نقل کړى دى.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١٣ مخ) په خپل سند له ابن شهاب روايتوي، چې وايي: چې کله دمشق ته راغلم؛ نو عبدالملک ته ورغلم، چې پر هغه مې هم سلام اچولى وي؛ نو و مې ليدل، چې ماڼۍ ته نږدې يوه قبه ده، چې پر فرش ناست دى؛ نو سلام مې پرې وکړ او کېناستم؛ نو راته يې وويل: ابن شهابه! آيا خبر يې، چې پر هغه سهار، چې علي شهيد شو؛ نو په بيت المقدس کې څه پېښه وشوه؟ ورته مې وويل: هو خبر يم. خو سره له دې يې هم راته وويل: راپاڅه او په ما پسې راځه؛ نو زه هم ورپسې شوم او هلته د ناستو خلکو تر شا راتېر شو او د ماڼۍ په شاتني ور ووت او هلته يې راته مخ کړ، راټيټ شو، چې ووايي چې څه مې ليدلي؟ ورته مې وويل: داسې تيږه به نه وه، چې ترې لاندې به تازه وينه نه وه. راته يې وويل: اوس له ما او تا پرته هېڅ څوک له دې خبرې خبر نه دي او بايد پر خولې دې برغولى کېږدې او چا ته يې و نه وايې او تر هغه چې ژوندى و؛ نو له وېرې مې دا خبره چاته هم ونه کړه تردې چې ومړ.

 دا روايت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٤٧ مخ کې نقل کړى او د (الاحاد والمثانى) په کتاب کې يې ابن ضحاک ته نسبت ورکړى دى.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٤٤ مخ) په خپل سند له زهري له اسماء انصاري روايتوي، چې وايي: د علي د شهادت پر شپه په ايلياء کې به مې، چې کومه تيږه پورته کوله؛ نو لاندې به ترې تازه وينه وه.

(صواعق محرقه: ١١٦ مخ) ددې په ترڅ کې، چې له علي بن حسين څخه روايتونه نقلوي، چې د حضرت علي د شهادت پر شپه تر هرې تيږې لاندې تازه وينه راخوټېده، وايي چې دا پېښه په شام کې هم د حضرت علي د شهادت په شپه وشوه _ او يا داچې په ټوله دنيا کې راپېښه شوه _ لکه څنګه چې بيهقي هم روايتوي، وايي: شام ته ولاړم، چې جهاد وکړم (د کيسې تر پايه)

د قيامت پر ورځ حضرت علي پر جنتي اوښ سپور دى

(د بغداد تاريخ: يوولسم ټوک، ١١٢ مخ) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: رسول الله وويل: د قيامت پر ورځ به هېڅ څوک سواره نه راځي؛ خو موږ څلور کسان. پلار مې عباس پاڅېد او پوښتنه يې وکړه: رسول الله! هغه څلور کسان څوک دي؟ رسول الله وويل: ړومبى زه يم، چې پر براق به سپور يم، چې څېره يې د انسانانو په څېر ده _ بيا يې د براق د ځانګړونو تر بيانولو روسته _ عباس وپوښتل: بل څوک دى؟ پېغمبر وويل: رور مې صالح پېغمبر، چې هغه هم پر خپل اوښ سپور راځي. پوښتنه يې وکړه: بل څوک دى؟ پېغمبر وويل: تره مې حمزه، چې د الله تعالی زمرى، د رسول زمرى او سيدالشهداء دى، چې هغه به هم پر اوښ سپور راځي. حضرت عباس وپوښتل: بل څوک دى؟ رسول الله وويل: رور مې علي، چې پر جنتي اوښ سپور به راځي، چې واګي يې د کجورو له لوء لوء دي او د ياقوتو محمل به پرې اچول شوى وي _ همداراز د اوښ ځانګړنې وايي، تر دې چې دلته رارسي او وايي: _ چې خلايق به يو بل ته وايي : دا سړى يا پېغمبر دى يا مرسل او يا کومه مقربه پرښته، چې په ځواب کې به يې د عرش له پاسه ځواب راشي: هغه نه پېغمبر دى او نه مرسل او نه مقربه پرښته او نه د الله تعالی د عرش وړونکى؛ بلکې علي بن ابيطالب د رب العالمين د استازي ځايناستى دى؛ هغه امام المتقين، قائدغرمحجلين (د سپين مخيو مشر) دى.

(د بغداد تاريخ: ديارلسم ټوک، ١٢٢ مخ) په خپل سند له حضرت ابن عباس همدا مضمون روايت کړى او په پاى کې يې وايي: که عابد د ځمکې په رکن، مقام ابراهيم او مسجدالحرام کې زر کاله د الله تعالی عبادت وکړي، چې بدن يې د مشکو په څېر وچ شي او په قيامت کې له الله تعالی سره له آل محمد سره په زړه کې په کينه ملاقات وکړي؛ نو الله تعالی به يې پړ مخه په اور کې وګوزار کړي.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٢، ٣٩٦، ١٩٣، ٤٠٣ مخونه)، (رياض النضره: دويم ټوک، ٢١١ مخ)، (احمد بن حنبل په مناقب کې حضرت له انس بن مالک)، (خطيب بغدادي: د بغداد تاريخ: درېیم ټوک، ١٤٠ مخ) او (محب طبري؛ ذخاير: ١٣٥ مخ) د قيامت پر ورځ پر جنتي اوښ د حضرت علي د راتګ په اړه روايتونه نقل کړي دي.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٠٢ مخ) له حضرت جابر بن سمرة روايت کړى، چې د الله تعالی استازي يې وپوښت: د قيامت پر ورځ به دې د لوا وړونکى څوک وي؟ رسول الله وويل: هماغه چې په دنيا کې به يې وړله او هغه علي بن ابيطالب دى.

 بيا وايي: دا روايت نظام الملک په امالي او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٨ مخ کې هم نقل کړى دى.

(حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٦٦ مخ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٥، ٤٠٣مخونه)، (رياض النضره: دويم ټوک، ٢٠١ مخ) او (ذخاير العقبى: ٧٥ مخ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې د روستي خلاصه يې داسې ده:

رياض النضره او ذخاير له محدوج بن زيد دهلي روايتوي، چې رسول الله، حضرت علي ته وويل: د قيامت پر ورځ به ړومبى زه، بيا انبياء او ورپسې به ته راپاڅېږې او همداراز زما امت ړومبى امت دى، چې مبعوث به شي او لواء الحمد به تا ته په لاس کې درکړي، چې ډېر خلايق به ورلاندې پناه واخلي او هغه مهال به دې حسن ښي اړخ او حسين به دې کين اړخ ته وي او له عرشه به غږ راشي: ابراهيم څومره ښه پلار و ستا لپاره او علي څومره ښه رور و ستا لپاره او زه پر تا زېرى کوم، چې هر اکرام، چې له ما سر وشي؛ نو له تا سر هم کېږي.

د ملا د سيرة په يوه روايت کې راغلي، چې و يې پوښتل: څنګه به حضرت علي وکړاى شي دا لواء راواخلي؟ رسول الله وويل: ولې به يې نشي اوچتوالاى، چې الله تعالی ورته زما د صبر په څېر صبر ورکړى دى او د جبراييل د قدرت په څېر قدرت يې ورکړى دى.

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٠٣ مخ) له حضرت ابي سعيد خدري، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٣ مخ) له حضرت عمر بن خطاب او همداراز (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٠ مخ) له حضرت ابن عباس څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي دي.

حضرت علي او لارويان به يې د حوض کوثر تر څنګ وي

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٣١ مخ) له طبراني نقل کړى، چې په خپل سند يې د رسول الله د خولې وينا راخستې، چې حضرت علي ته يې وويل: ((علي! ته او لارويان به دې حوض کوثر ته راننوځئ؛ خو په خپله به ماړه ياست او نور به مړوئ، حال دا، څېرې به مو سپينې وي او ستا دښمنان به له علي سره حوض کوثر ته راننوځي؛ خو لاس تړلي او تږي.))

(کنوزالحقايق: ١٨٨ مخ)، (استيعاب: دويم ټوک، ٤٥٧ مخ)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣٦ مخ) او (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٠٢ مخ) په دې مضمون روايتونه نقل کړي دي.

(هيثمي؛ مجمع: لسم ټوک، ٣٦٧ مخ) له حضرت ابي هريرة او حضرت جابربن عبدالله روايتوي، چې دواړو ويلي دي: رسول الله وويل: ((د قيامت پر ورځ به علي بن ابطالب زما د حوض خاوند وي، چې د ستورو د شمېر هومره جامونه لري، چې بري يې له جابيه تر صنعا پورې دى.))

(کنوزالحقايق: ٩٢ مخ)، (حلية الاولياء: لسم ټوک، ٢١١ مخ)، (د بغداد تاريخ: څوارلسم ټوک، ٩٨ مخ)، (رياض النضره: دويم ټوک، ٢٠٣، ٢١١ مخونه)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٢ مخ)، (هيثمي؛ مجمع الزوائد: نهم ټوک، ١٣٥ مخ)، (ابن حجر؛ تهذيب التهذيب: درېیم ټوک، ١٣٨ مخ او همداراز نهم ټوک، ١٣٠ مخ)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٣٨ مخ) او (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٠، ٤٠٣، ٣٩٧ مخونه) هم په دې اړه روايتونه نقل کړي دي.

له پل صراطه د تېرېدو لپاره د حضرت علي اجازه په کار ده

(د بغداد تاريخ: لسم ټوک، ٣٥٦ مخ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي، چې کله حضرت ابوبکر د مرګ په بستره کې څملاست؛ نو څه خبرې يې وکړې _ تردې چې و يې ويل: _ ما د الله تعالی له استازي واورېدل، چې ويل يې: د جنت پر صراط _ خطرناکه _ عقبه ده، چې هېڅ څوک به هم ترې وا نه وړي؛ خو د علي په اجازه _ يا جواز _ تر دې چې وايي: او همداراز مې واورېدل، چې رسول الله حضرت علي ته وويل: علي! زه خاتم الانبياء او ته خاتم الاولياء يې.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٢ مخ) له حضرت علي روايتوي، چې وايي: رسول الله وويل: چې کله د قيامت پر ورځ ړومبني او روستي خلايق راټول شي او پر دوزخ پول ولګوي؛ نو هېڅ څوک به ترې وا نه وړي؛ خو دا چې له تا برائت ولري؛ يعنې په دنيا کې ستا ولايت ورسره وي.

(رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٢ مخ) له حضرت قيس بن حازم روايتوي، چې وايي: حضرت علي له حضرت ابوبکر سره پر لار يو ځاى شو، چې حضرت ابوبکر ورته موسکى شو، و يې ويل: د الله تعالی له استازي مې واورېدل، چې ويل يې: هېڅ څوک به له پل صراطه تېر نشي؛ خو داچې د علي جواز ورسره وي.

 دا حديث ابن سمان هم د (موافقت) په کتاب کې نقل کړى دى.

حضرت علي د جنت او دوزخ ايشونکى دى

(صواعق محرقه: ٧٥ مخ) وايي: دارقطني په خپل سند نقل کړي، چې حضرت علي له هغه شپږو کسانو سره اوږدې خبرې وکړې، چې حضرت عمر ورته شورا ورسپارلې وه، چې ځينې يې دادي: پر الله تعالی مو په تاسې کې داسې څوک شته، چې رسول الله به ورته ويلي وي: ته د قيامت پر ورځ د جنت او دوزخ ايشونکى يې؟ نه زه؟ ټولو وويل: پر الله تعالی چې داسې څوک راکې نشته.

 له امام رضا روايت شوى، چې وايي: علي! ته د اور او جنت ايشونکى يې او د قيامت پر ورځ به ته يې، چې اور ته به وايې: دا ستا او دا زما.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٢ مخ) د حضرت علي د خولې وينا داسې راخستې: زه د اور ويشونکى يم.

 دا حديث شاذان فضيلي هم په ردالشمس کې او کنوزالحقايق هم په ٩٢ مخ کې دې ورته يو بل روايت نقل کړى او ديلمي ته يې نسبت ورکړى دى.

رسول الله، حضرت علي، جعفر، حمزه، حسن، حسين او مهدي د جنتيانو سادات دي

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١ مخ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي، چې د الله تعالی استازى وايي: موږ د عبدالمطلب زامن؛ يعنې زه، علي، جعفر، حمزه، حسن، حسين او مهدي د جنتيانو سادات يو.

 حاکم وايي: دا حديث د مسلم د شرايطو په تول پوره دى.

دا حديث (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ٢٠٩ مخ) او همداراز السرى او ابن حجر د صواعق په ٩٦ او په ١٤٠ مخ کې راوړى دى.

(صحيح ابن ماجه: باب خروج مهدي: ٣٠٩ مخ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي، چې وايي: د الله تعالی له استازي مې واورېدل: موږ د عبدالمطلب زامن؛ يعنې زه، علي، جعفر، حمزه، حسن، حسين او مهدي د جنتيانو سادات يو.

 (د بغداد تاريخ: نهم ټوک، ٤٣٤ مخ) هم دې ورته يو بل روايت له حضرت انس بن مالک څخه نقل کړى دى.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٠١ مخ) په خپل سند له عبدالرحمان ارزق له علي روايتوي، چې وايي: رسول الله راکره راغى او زه مې د خوب په ځاى کې ويده وم. حسين له رسول الله څخه اوبه وغوښتې. رسول الله پاڅېد او هغه ګډه يې راولوشله، چې شيده يې لږ ول، چې شيده يې ډېر شو. حسن ورمخکې شو، چې ما ته راکړه؛ خو رسول الله ورنه کړل او حسين ته يې ورکړل، چې فاطمې وپوښتل: ګواکې حسين درباندې ډېر ګران دى. رسول الله وويل: داسې نه ده؛ خو حسين ترې مخکې تږى شوى و او بيا يې وويل: زه، ته، دا دوه او هغه چې ويده دي، د قيامت پر ورځ سره يو ځاى په يوه ځاى کې يو.

 دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٥٢٣ مخ کې نقل کړى او همداراز ابن اثير دې ورته يو بل روايت هم حسن بن علي نقل کړى دى.

دا روايت (ابوداود طيالسي؛ مسند: لومړى ټوک، ٢٦ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: اتم ټوک، ١٠١ مخ) او د هغه د وينا له مخې ابويعلي او ابن ابي عاصم د (السنه) په کتاب کې، طبراني د (المتفق و المتفرق) په کتاب کې، ابن نجار او خطيب بغدادي او (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٦٩ مخ) هم نقل کړى دى.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٦ مخ) او همداراز د اووم ټوک: ١٠٢ مخ او همداراز د شپږم ټوک: ٢١٦ مخ او د اووم ټوک: ١٠٢ مخ او (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک: ١٦٩ مخ) هم په دې اړه روايتونه نقل کړي دي.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٦ مخ) داسې وايي: الله تعالی زه د ابراهيم خليل په څېر کړم او زما او د هغه ماڼۍ يو بل ته مخامخ دي او د ماڼۍ زما او ابراهيم د ماڼۍ په منځ کې ده او څومره بختور دى، دا حبيب، چې د دوو خليلانو تر منځ يې ماڼۍ ده.

 دا حديث حاکم په خپل تاريخ، بيهقي په (فضائل الصحابه)، ابن الجوزي له حذيفه، (محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ٢١١ مخ) او دې روايت ته ورته يو بل روايت کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٦ مخ کې هم نقل کړى دى.

علي او لارويان يې د جنت آيتونه او مخالفين يې د دوزخ آيتونه دي

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ٤٠٥ مخ) له عمرو بن حمق روايتوي، چې وايي: رسول الله جګړې ته سريه ولېږله (د نور مطالبو تر ويلو روسته يې وويل: ) ما هغه مهال د رسول الله پر لور مهاجرت وکړ او په دې ترڅ کې، چې له رسول الله سره وم، ما ته يې وويل: عمرو! غواړې د جنت آيت دروښيم، چې په دې دنيا کې په خلکو کې خواړه خوري، اوبه څښکي او په بازارونو کې ګرځي؟ ورته مې وويل: ولې نه! رسول الله وويل: دادى او قوم يې او علي بن ابيطالب ته يې اشاره وکړه او و یې ويل: عمرو! غواړې د دوزخ آيت دروښـيم، چې همدا اوس په دنيا کې خواړه خوري، اوبه څښکي او په بازارونو کې ګرځي؟ ورته مې وويل: را و يې ښيه! رسول الله وويل: دا او قوم يې دى، چې د اور آيت دى او داسې سړي ته يې اشاره وکړه، چې ما و نه پېژنده او د رسول الله تر مړينې روسته، چې فتنه راولاړه شوه؛ نو د رسول الله خبره راياده شوه او د دوزخ له آيته د جنت آيت ته وروتښتېدم _ تردې چې وايي: _ پر الله تعالی قسم که د ډبرې په ګېډه کې پټ شم؛ نو بني اميه به مې راوباسي او مړ به مې کړي؛ ځکه حبيب مې رسول الله راته ويلي ول، چې ستا سر په اسلام کې ړومبى سر دى، چې په نېزه به پورته کړاى شي او په ښارونو کې به وګرځول شي.

(کنزالعمال: اووم ټوک، ٦٣ مخ) له اجلح بن عبدالله کندي او همداراز (کنزالعمال: اووم ټوک، ٦٣ مخ) دوه روايتونه نقل کړي، چې دويم يې له حضرت عبدالله بن رافع نقل کړى، چې وايي: حضرت معاويه بن ابي سفيان د عمرو بن حمق په لټه کې شو، چې و يې وژني. عمرو د جزيرې پر لور وتښتېداو زاهر د حضرت علي يو بل صحابي يې هم له ځان سره يووړ، چې د شپې په دښته کې مار وچيچه او بدن يې وپړسېد او خپل ملګري زاهر ته يې وويل: له ما لرې شه؛ ځکه له خپل خليل رسول الله مې واورېدل، چې و يې ويل: پيريان او انسانان دواړه به ستا په وينه کې ګډون کوي؛ نو نن پېري خپل کار وکړ او د همدې وينا په ترڅ کې ول، چې له وريه پر اسونو سپور لښکر راغى؛ نو عمرو پوه شو، چې هماغه د حضرت معاويه بن ابي سفيان لښکر دى؛ نو زاهر ته يې وويل: ته پټ شه او کله يې چې زه ووژلم او سر له يې تنې راته غوڅ کړ؛ نو ته مې تنه ښحه کړه. زاهر وويل: ولې داسې وکړم؟ بلکې داسې به وکړم خپل، چې خپل غشي به راوباسم او ورسره به وجنګېږم؛ نو کله مې چې غشي خلاص شول؛ نو له تا سره به مې يو ځاى ووژني. عمرو وويل: نه! داسې سمه نه ده او ته ځان وژغوره او زه توښه لرم، در به يې کړم او روسته به دې په کار راشي او هغه دا حديث دى، چې له ما يې واوره _ او نورو ته يې ورسوه: د جنت آيت محمد رسول الله او نښانه يې علي بن ابيطالب دى. بيا زاهر ځان پټ کړ او دښمنان راورسېدل، چې يو پکې غنم رنګى سړى و، چې راکوز شو او د عمرو سر يې له تنې غوڅ کړ او په نېزه يې کړ او دا ړومبى سر و، چې په اسلام کې پر نېزه شو. روسته تر دې، چې د حضرت معاويه بن ابي سفيان لښکر ولاړ؛ نو زاهر له خپل پټ ځايه راووت او د عمرو تنه يې ښحه کړه.

(حلية الاولياء: څلورم ټوک، ٣٢٩ مخ) په خپل سند له شعبي، (د بغداد تاريخ: دولسم ټوک، ٣٥٨ مخ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري له ام سلمه بي بي، (هيثمي؛ مجمع: لسم ټوک، ٢١ مخ) له ام سلمه بي بي او د نهم ټوک په ١٧٣ مخ کې له حضرت ابي هريرة، (صواعق محرقه: ٩٦ مخ) د احمد له مناقب، (کنزالعمال: دويم ټوک، ٢١٨ مخ) ټولو روايتونه نقل کړي، چې د ټولو مضمون يو دى او نچوړ يې دادى، چې حضرت علي او لارويان يې جنتيان دي او موږ روستى روايت راخستى، چې رسول الله وويل: علي! زه، ته، حسن، حسين او زموږ ځوځات به موږ پسې او زموږ مېرمنې زموږ په ځوځات پسې له ښي اړخه او لارويان به مو له کيڼ اړخه جنت ته ورننوځو.  

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٣ مخ) او د هغه د وينا له مخې، بيهقي د فضائل الصحابه په کتاب کې او ديلمي د الفردوس په کتاب کې له حضرت انس روايتوي، چې رسول الله وويل: علي بن ابيطالب به په جنت کې د هغه د اهل لپاره د سهار د ستوري په څېر وځلېږي.

 دا روايت يې په ١٥٥ مخ کې هم نقل کړى او حاکم ته يې په تاريخ کې، بيهقي ته يې په فضائل الصحابه کې، ديلمي او ابن جوزي ته يې نسبت ورکړى دى. مناوي هم د فيض القدير او د حديث نورو ائمو هم نقل کړى دى.

د حضرت فاطمة الزهرا فضايل

(سيوطي په درالمنثور کې د معراج د آيت په تفسير کې له طبراني له حضرت عايشې بي بي روايتوي، چې وايي: رسول الله وويل: کله يې چې زه اسمان ته او بيا جنت ته يووړم؛ نو تر يوې داسې ونې لاندې تم شوم، چې تر اوسه مې لا نه وه ليدلې او له هغه ونې مې يوه مېوه روشلوله او و مې خوړه، چې هغه مېوه د فاطمې نطفه شوه؛ نو اوس چې کله هم د هغه ونې د بوى لېواله شم؛ نو فاطمه بويوم.

 د مستدرک (درېیم ټوک: ١٥٦ مخ) په روايت کې راغلي: هغه ونه د بويي ونه وه او ذخاير العقبي په ٣٦ مخ کې حضرت عايشه بي بي پر رسول الله نيوکه کوي، چې ولې فاطمه دومره ښکلوې؛ نو پېغمبر يې علت د معراج کيسه او د جنت ونه کړه او د ذخاير العقبى په ٤٤ مخ کې وايي: ((پر جنتي مېوې سربېره، حضرت جبراييل هم راته ځمکې ته جنتي مڼه راوړه)) او د د بغداد تاريخ د پينځم ټوک په ٨٧ مخ کې د معراج د کيسې تر نقلولو روسته حضرت عايشه بي بي وايي: ((نو فاطمه په بشري بڼه جنتي حوره ده.)) او د د بغداد تاريخ د دولسم ټوک په ٣٣١ مخ او د صواعق د ٩٦ مخ روايت، چې له حضرت ابن عباس يې نقل کړى، چې ټولو ته يې وويل: ((فاطمه په بشري بڼه جنتي حوره ده، چې هېڅکله نه حيض شوه او نه استحاضه او که الله تعالی پرې د فاطمې نوم کېښود؛ نوددې لپاره وو، چې الله تعالی يې دوستان يې د دوزخ له اوره فطم (لرې) کړل.)) او د ذخاير په ٤٤مخ کې اسماء له رسول الله څخه په حيرانتيا پوښتي، چې د فاطمې حسن وشو؛ نو نه نفاس شوه او نه استحاضه. رسول الله وويل: لور مې مطهره طاهره ده.

 د ذخاير په ٤٤ مخ کې په يو بل روايت کې وايي: ((جبراييل راته له جنته يوه مڼه راوړه، و مې خوړه، له خديجې بي بي سره مې کوروالى وکړ، چې فاطمه يې په ګېډه شوه، چې خديجه وايي: ډېر سپک حمل دى او راته وايي: رسول الله! چې کله له کوره ووځې؛ نو په ګېډه ماشوم راسره خبرې کوي؛ نو چې کله د خديجې د لنګوال دردونه شول؛ نو د قريشو په ښځې پسې يې څوک ولېږل؛ خو څوک يې مرستې ته رانغلل او راته يې وويل: ولې دې له محمد سره واده وکړ، چې په همدې وخت کې څلور ښکلې ښځې راغلې او دومره ښکلې وې، چې د ښکلا تعريف يې نشته، چې يوې يې وويل: زه دې نيا “حوا” يم. دويمې وويل: زه “آسيه” دمزاحم لور يم. درېیمې يې وويل: زه “کلثوم” د موسى خور يم. څلورمې يې وويل: زه “مريم” د عمران لور او د عيسى مور يم او راغلي يو، چې په لنګوال کې درسره مرسته وکړو؛ نو چې کله ماشوم وزيږېد؛ نو سجده يې وکړه او دوه ګوتې يې اسمان ته پورته کړې.

(ذخاير العقبى: ٢٦ مخ) د علي بن موسى الرضا له مسنده، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٢١٩ مخ)، (اسدالغابه: پينځم ټوک، ٤٢٠ مخ)، (استيعاب: دويم ټوک، ٧٥٢ مخ) روايتونه نقل کړي، چې په ځينو کې د فاطمې وجه تسميه فاطمه راغلې او په ځينو نورو کې يې کنيه ام ابيها؛ يعنې د پلار مور راغلې ده.

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٣١٩ مخ) يو روايت راوړى، چې په پاى کې يې حضرت عايشه بي بي وايي: فاطمه به چې رسول الله ته راغله؛ نو پېغمبر به ورته له ځايه پاڅېد او يا هغه (او يا به يې لاس) ښکلاوه او په خپل ځاى کې به يې کېنوله.

(ابوداود طيالسي؛ صحيح: ؟ ټوک، ٣٣٧ مخ)، (عسقلاني؛ فتح الباري: نهم ټوک، ٢٠٠ مخ)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٥٤ مخ) له حضرت عايشې بي بي، ( بخاري؛ ادب المفرد: ١٤١ مخ)، (استيعاب: دويم ټوک، ٧٥١ مخ)، (بيهقي؛ سنن: اووم ټوک، ١٠١ مخ)، (کنزالعمال: اتم ټوک، ١١١ مخ)، (اسدالغابه: پينځم ټوک، ٥٢٢ مخ)، (مجمع الزوائد: اتم ټوک، ٤٢ مخ) او (ذخائر العقبى: ٣٦ مخ) له عايشې بي بي په دې اړه روايتونه نقل کړي دي.

رسول الله او فاطمة الزهرا پر يو بل خورا ګران وو

(صحيح مسلم: کتاب جهاد و سير: د مشرکينو لخوا د پېغمبر د کړولو باب) په خپل سند له حضرت ابن مسعود روايتوي، چې وايي: يوه ورځ رسول الله د الله تعالی د کور تر څنګه لمونځ کاوه، چې ابوجهل خپلو ملګرو ته وويل: په تاسې کې کوم يو چمتو دى، چې د هغه اوښ لرى راوړي او هغه مهال يې پر محمد خالي کړي، چې سجدې ته ولاړ؛ نو په هغوى کې يو، چې تر ټولو کينه کښ و، دا دنده يې پر غاړه واخسته او ټول پر خندا شول او دومره يې وخندل، چې ټول پر يو بل پرېووتل؛ خو ما هېڅ کار و نه شو کړاى او ولاړم د پېغمبر وړوکې لور فاطمة الزهرا ته مې خبر يووړ چې راغله او له پلاره يې هغه لرى پاک کړ او مشرکينو ته غوسه شوه او د رسول الله لمونځ، چې پاى ته ورسېد؛ نو دوى ته يې درې ځل ښېرا وکړه؛ نو همداچې د هغه غږ يې واورېد؛ نو دا خنداګانې يې بس شوې او رسول الله د اوو کسانو په بېله بېله نوم واخست او ښېرې يې ورته وکړې او پر الله تعالی قسم، چې ما د بدر پر ورځ د ټولو مړي په کنده کې وليدل.

(صحيح مسلم: کتاب جهاد وسير: باب غزوه احد) په خپل سندله حضرت ابي حازم روايتوي، چې له حضرت سهل بن سعد يې واورېدل، چې د احد په جګړه کې رسول الله د ټپونو د څرنګوالي په ځواب کې يې وويل: څېره يې ټپي شوه او مخکني غاښونه يې مات شول او خولۍ يې په سر کې راومنډل شوه او فاطمة الزهرا به يې د څېرې وينې پرېمنځلې او حضرت علي به ورته پر سر اوبه اچولې او چې کله بي بي فاطمې وليدل، چې وينه نه بندېږي؛ نو پوزى يې وسوځاوه او ايره يې د رسول الله پر ټپونو کېښووه، چې وينه بنده شوه.

(حلية الاولياء: دويم ټوک، ٣٠٠ مخ)، (کنزالعمال: لومړى ټوک، ٧٧ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: اتم ټوک، ٢٦٢ مخ)، (ذخائرالعقبى: ٤٧ مخ)، (ابن سعد؛ طبقات: اتم ټوک، ٢٤ مخ) روايتونه نقل کړي، چې د ټولو نچوړ دادى: رسول الله به پر اوختي رنګ له جګړې راستنېده؛ نو ړومبى به جومات بيا به له فاطمة الزهرا کره تله او فاطمې به يې په ژړا استقبال ته راوته او کله به چې فاطمې خواړه پاخه کړل؛ نو هرومرو به يې خپل پلار ته لېږل او چې کله بي بي فاطمې د خپلې خور رقيه قبر ته ژړل؛ نو رسول الله ورته پر خپله لمنه اوښکې پاکې کړې.

(صحيح ابي داود: اته ويشتم ټوک، باب انتفاع بالعاج) له حضرت ثوبان د رسول الله له مريي، (مستدرک الصحيحين: لومړى ټوک، ٤٨٩ مخ) له حضرت ابن عمران او درېیم ټوک په ١٥٦ او ١٥٥ مخونو په دې مضمون روايتونه نقل کړي، چې رسول الله به چې پر سفر وته؛ نو تر ټولو اخر به يې له فاطمې بي بي سره الله تعالی پاماني کوله او کله به چې راستون شو؛ نو تر ټولو ړومبى به فاطمې بي بي ته ورتله او له يوه سفر، چې راستون شو؛ نو رسول الله يې له کوره غوسه راووت، چې فاطمې بې ځنډه خپلې غوږوالۍ، پرده او غاړکۍ رسول الله ته ولېږله، چې د الله تعالی په لار کې يې انفاق کړي، چې رسول الله درې ځل وويل: دنيا د محمد او آل محمد لپاره نه ده، که دنيا الله تعالی ته د د مچ د وز هومره ازرښت درلود؛ نو کفارو ته به يې يو ګوټ اوبه هم نه وې ورکړې.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ١٥٠ مخ) په خپل سند له حضرت انس څخه روايتوي، چې يوه ورځ حضرت بلال د سهار د لمانځه لپاره ناوخته کړ، چې رسول الله ترې د علت پوښتنه وکړه. و يې ويل: د فاطمې کور ته ولاړم او مې ليدل، چې مېچنه کوي او ماشوم يې ژاړي؛ نو ورته مې وويل: که غواړئ؛ نو مېچنه به زه وکړم او ته خپل ماشوم په کلاره کړه او که غواړئ؛ نو زه به مو ماشوم په کلاره کړم او تاسې مېچنه وکړئ. و يې ويل: زه مې پر ماشوم تر ټولو مهربانه يم؛ نو زه پر مېچنه بوخت شوم. و يې ويل: زړه دې پر فاطمې وسوځېد؟ الله تعالی دې تا وبښي.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٢٩٥ مخ) له حضرت جابر روايتوي، چې وايي: رسول الله فاطمه وليده، چې د اوښ د وړۍ څادر يې اغوستى او مېچنه کوي، چې د الله تعالی د استازى پرې زړه وسوځېد اوښکې يې راوبهېدې و يې ويل: فاطمې! د دنيا په سختو صبر وکړه، چې د آخرت نعمتونو ته ورسې او د (و لسوف يعطيک ربک فترضى) آيت راغى.

او په درالمنثور کې تر (و آت ذا القربى حقه-د نږدې خپلوانو حق دې ورکړه) له بزار، ابويعلي، ابن مردويه او ټولو له حضرت ابي سعيد خدري رانقل کړي، چې و يې ويل: دا آيت، چې راغى؛ نو د الله تعالی رسول صلی الله علیه و آله وسلم فاطمې ته غږ کړ او فدک يې وروباښه. سيوطي وايي: دا روايت يې له ابن مردويه له حضرت ابن عباس رانقل کړى دى.

(هيثمي؛ مجمع٧/٤٩) له حضرت ابي سعيد خدري او د هغه د وينا له مخې طبراني او همداراز ذهبي په ميزان الاعتدال (٢/٢٢٨) (دا حديث يې سم ګڼلى دى) او متقي په کنزالعمال (٢/١٥٨) او د هغه د وينا له مخې حاکم په خپل تاريخ کې او ابن النجار دا کيسه رانقل کړې ده.

فاطمة الزهرا د نړۍ د ښځمنو اغلې ده

(صحيح ترمذي ٢/٣٠٦ د حسن او حسين د مناقبو باب) له حضرت حذيفه روايت کړى، چې مور مې ورټلم، چې څو ورځې کېږي، چې رسول الله ته نه يې ورغلى؟ ورته مې وويل: مه خپه کېږه او همدا اوس به ورشم او د ماښام لمونځ به ورسره وکړم او له آنحضرته به وغواړم، چې ما او تاته دعا وکړي. د ماښام لمونځ مې له آنحضرت سره وکړ او همداسې يې لمونځونه کول، چې د ماسخوتن د لمانځه وخت راورسېد، د ماسخوتن تر لمانځه روسته روان شو او زه ورپسې شوم، ورته مې غږ کړ، زما غږ يې واورېد، و يې وپوښتل: څوک دى؟ حذيفه دى؟ ورته مې وويل: هو زه يم! و يې ويل: څه کار لرې الله تعالی دې تا او ستا مور وبښي. ورته مې وويل: کار نه لرم- و يې ويل: دا پرښته ده، چې ځمکې ته راکوزه شوې ده او تر اوسه لا نه وه راکوزه شوې او له خپل پالونکي يې د راکېووتو اجازه غوښتې، چې پر ما سلام ووايي او زېرى راباندې وکړي، چې فاطمه د جنتي ښځمنو اغلې او حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي.

دا روايت حاکم په مستدرک (٣/١٥١) کې (هغه دا حديث سم ګڼلى دى)، امام احمد بن حنبل په خپل مسند (٥/٣٩١)، ابونعيم په حلية (٥/٥٧٤)، متقي په کنزالعمال (٦/٢١٧)، ابن اثير په اسدالغابه (٥/٥٧٤) او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې رانقل کړى او د وينا له مخې يې روياني له ابن حبان نه رانقل کړى دى.

(حلية الاولياء: دويم ټوک، ٤٢ مخ) په خپل سند له حضرت جابر بن سمرة روايتوي: رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم راغى، کېناست او و يې ويل: فاطمه رنځوره شوې ده. ورته مو وويل: اجازه راکړئ، چې پوښتنه يې وکړو، بيا پاڅېد او په ډله يې د کور مخې ته ولاړو؛ خو د کور ور يې تړلى و؛ آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم وويل: پړونى دې پر سره کړه، چې خلک دې پوښتنې ته راځي. و يې ويل: يا رسول الله! زه يوازې يو پټو لرم، بيا د الله تعالی رسول خپله پګړۍ ور واچوله، چې سر دې پرې وپوښه، خلک تر څه مودې روسته پاڅېدل حال دا، خپه وو، چې ولې زموږ د پېغمبر لور جامې نه درلودې؟ آنحضرت ورته مخ کړ، و يې ويل: هغه د قيامت پر ورځ د ښځو اغلې ده.

(خصايص نسائي: ٣٤ مخ)، (کنزالعمال: اووم ټوک، ١١١ مخ)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٨٥ مخ)، (کنزالعمال: اووم ټوک، ١١١ مخ او شپږم ټوک، ١٥٣ مخ)، (ذخائر العقبى، ٤٤ مخ)، (مستدرک الصحيحين: دويم ټوک، ٤٩٧ مخ)، (احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٢٩٣، ٣١٦ او ٣٢٢ مخ په څو لارو) (ابن عبدالبر؛ استيعاب، دويم ټوکو٧٢٠ مخ)، (اسدالغابه: پينځم ټوک، ٤٣٧ مخ)، (ذخائر، ٤٢ مخ)، (ابن حجر؛ الاصابه: اتم ټوک، ١٥٨ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ٢٢٣ مخ)، (استيعاب، دويم ټوک، ٧٥٠ مخ)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٢١٧ مخ)، (فيض القدير: دريم ټوک، ٤٣٢ مخ)، (تفسير ابن جرير: درېیم ټوک، ١٠٨ مخ)، (صحيح ترمذي: لومړى ‌ټوک، ٣١ مخ)، (مستدر: درېیم ټوک، ١٥٧ مخ)، (احمد؛ مسند: درېیم ټوک، ١٣٥ مخ)، (ابونعيم؛ حلية: دويم ټوک، ٣٤٤ مخ)، (طحاوي؛ مشکل الاثار: لومړى ټوک، ٥٠ مخ)، (خطيب؛ تاريخ: اووم ټوک، ١٨٤ مخ او نهم ټوک، ٤٠٤ مخ)، (اسدالغابه: پينځم ټوک، ٤٣٧ مخ)، (تهذيب التهذيب: دولسم ټوک، ٤٤١ مخ)، (استيعاب: دويم ټوک، ٧٢٠ مخ)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٢٢٧ مخ)، (تفسير ابن جرير: درېیم ټوک، ١٨٠ مخ) او سيوطي په درمنثور کې د آل عمران د سورت تر (و اذ قالت الملائکة يا مريم) آيت لاندې په دې باب روايتونو راوړي دي، چې په دنيا او آخرت کې د ښځو اغلې آسيه، مريم، خديجه او فاطمه دي.

حضرت فاطمة الزهرا د رسول الله (ص) په ويناوو کې

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٠٢ مخ) له حضرت ابوسعيد _ د شرف النبوه په کتاب کې- نقل کړي دي، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم حضرت علي ته وويل: الله تعالی درې نعمتونو درکړي، چې ماته يې نه دي راکړي: لومړى داچې زما په څېر خسر يې درکړى دى او ما ته يې داسې خسر نه دى راکړى، دويم داچې د فاطمې په څېر مېرمن يې درکړې، چې صديقه ده او داسې مېرمن يې ما ته نه ده راکړې، درېیم داچې د حسنين په څېر اولاد يې درکړى، چې زما له ځوځاته دي؛ خو هر څه چې وي تاسې ټول له ما ځنې او زه له تاسې يم.

(د بغداد تاريخ: لومړى ‌ټوک، ٢٥٩ مخ) په خپل سند له حضرت ابن عباس نه روايتوي: رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: پر هغه شپه يې چې معرج ته بوتلم، و مې ليدل، چې د جنت پر وره يې ليکلي دي: لا اله الا الله محمد رسول الله على حب الله و الحسن و الحسين صفوة الله و فاطمة غيرة الله و على اعدائهم لعنة الله.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٦٠ مخ) په خپل سند له ام المؤمنين عايشې بي بي روايتوي: د فاطمې نوم به چې د حضرت عايشې په مخ کې اخستل کېده، ويل به يې: ما هېڅکله بې له پلاره يې د هغه په څېر صادق الهجه و نه ليده.

دا روايت (ابن عبدالبر؛ استيعاب، دويم ټوک، ٧٥١ مخ) او (حلية الالياء: دويم ټوک، ٤١ مخ) هم راوړى دى.

(مستدرک الصحيحين، درېیم ټوک، ١٦٤ مخ) په خپل سند له جابر نه روايتوي: رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: هر پېغمبر خپل ځوځات لري، چې د پلار له اړخه ورپورې تړاو لري؛ خو د فاطمې اولاد، چې ولي يې زه يم او زما ځوځات دى (هغه دا حديث صحيح ګڼلى دى) (د بغداد تاريخ، يوولسم ټوک، ٢٨٥ مخ) په دوو لارو او (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٢١٦ مخ)، (ذخائر العقبى، ١٢١ مخ) په دې باب روايتونه راوړي دي، چې روستى يې دادى، چې د ذخائر ليکوال له حضرت عمر بن خطاب نه روايت کړى دى، چې و يې ويل: رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: هر ماشوم پلار لري، چې په هغه پورې اړه لري _وايي: پلانى د پلاني زوى _ بې د فاطمې له زامنو، چې پلار يې زه يم او ما ته منتسب دي. د ذخائر ليکوال دا حديث د احمد بن حنبل د مناقب کتاب ته نسبت ورکړى دى.

(صحيح بخاري، د بداء الخلق کتاب، د الله تعالی د رسول د خپلوانو د مناقبو باب) په خپل سند له مسور بن مخرمة روايتوي: رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: فاطمه مې د وجود ټوټه ده، چا چې غوسه کړه، زه يې غوسه کړى يم.

دا مضمون متقي هندي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢٢٩ مخ کې او مناوي د فيض القدير د درېیم ټوک په ٤٢١ مخ کې، نسائي د خصايص په ٣٥ مخ کې او صحيح بخاري په کتاب نکاح، ابوداود د خپل صحيح د دولسم ټوک کې (صحيح مسلم: د فضائل الصحابه کتاب، د فاطمة الزهرا د فضايلو باب) (فخر رازي په خپل تفسير کې د مودت د آيت او د معارج د سورت په تفسير کې) (صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٣١٩ مخ)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٥٩ مخ)، (احمد بن حنبل؛ مسند: څلورم ټوک، ٣٢٢ او ٣٣٢ مخونه له دوو لارو)، (بيهقي؛ سنن: اووم ټوک، ٦٤ مخ)، (حلية الاولياء: دويم ټوک، ٤٠ مخ)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٢١٩ مخ)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٥٤ مخ)، (کنزالعمال: اتم ټوک، ٣١٥ مخ)، (خصائص نسائي: ٣٦مخ) او (صواعق المحرقه، ١٠٧ مخ) راوړى دى، چې يوازې روستى روايت يې دلته راوړو.

(ابن حجر؛ صواعق: ١٠٧ مخ) يوه ورځ حسن مثنى د حسن سبط (امام مجتبى) زوى عمر بن عبدالعزيز ته ورغى؛ نو داچې عمر ځوان او هغه بوډا و؛ نو عمر يې درناوي ته په خپل ځاى کېناوه، درباريانو عمر ملامته کړ (چې ته اموي يې؛ نو ولې د علي د زوى درناوى کوې؟)ورته يې وويل: ډاډمنو او موثقو وګړيو راته نقل کړي دي او دومره ډاډمن دي؛ لکه په خپله مې چې اورېدلي وي، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: “فاطمه مې د وجود ټوټه ده، څه چې يې خوشحالوي ما خوشحالوي ” او پوهېږم که فاطمه ژوندۍ وه او ليدلي يې واى، چې څنګه يې د لمسي درناوى کوم، نو خوشحاله شوې به وه؛ نو زما په دې کړنه د الله تعالی رسول خوشحالېږي.

 (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٥٣ مخ) په خپل سند له حضرت روايتوي: رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: “الله تعالی د فاطمې په غوسه، غوسه کېږي او په خوشحالۍ يې خوشحالېږي. “

دا مضمون، چې سند يې صحيح دى ابن اثير هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٥٢٢ مخ کې او ابن حجر د اصابه د اتم ټوک په ١٥٩ مخ کې او تهذيب التهذيب د دويم ټوک په ٤٤١ مخ کې او متقي د کنزالعمال د اووم ټوک په ١١١ مخ کې او همداراز د شپږم ټوک په ٢١٩ مخ کې، ذهبي د ميزان الاعتدال د دويم ټوک په ٧٢ مخ او ذخائر العقبى په ٣٩ مخ کې هم راوړى دى.

 

د حسنينو فضائل

(ذخائر العقبى: ١٢٠ مخ) له حضرت اسماء بنت عميس روايتوي: فاطمې حسن راوست، رسول الله راغى، و يې ويل: زوى مې راوړه، ما حسن له روڼي سره، چې ژېړه ټوکر و، ورکړ، هغه ټوکر يې لرې کړ، و يې ويل: ويلي مې نه وو، چې يو ماشوم هم په ژېړه ټوټه کې مه تړئ؟ بيا مې ماشوم په سپين ټوکر کې تاو کړ او ور مې کړ، آنحضرت ورته په ښي غوږ کې اذان او په کيڼ غوږ کې يې اقامه وويله او علي يې وپوښت: څه نوم دې پرې ايښى دى؟ و يې ويل: زه په دې چار کې تر تاسې نه مخکې کېږم. جبرائيل راغى او پيغام يې راووړ: الله تعالی دې درباندې تر سلام ويلو روسته وايي، چې نوم يې د هارون د زوى نوم کېږده؛ ځکه علي ما ته داسې دى؛ لکه هارون، چې موسى ته و؛ خو داچې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم : وپوښتل: د هارون د زوى څه نوم و؟ و يې ويل: شبر! د الله تعالی رسول وويل: زما ژبه خو عربي ده (او دا خو عبري ټکى دى) حضرت جبرائيل وويل: نوم يې حسن کېږده. يو کال روسته حسين وزيږېد او همدا خبرې رامنځ ته شوې او جبرائيل ورته حکم وکړ، چې نوم يې د هارون د بل زوى نوم؛ شبير کېږده او د الله تعالی رسول بيا هماغه نيوکه وکړه او حضرت جبرائيل وويل، چې نوم يې حسين کېږده او لکه څنګه يې چې پر درېیم زوى يې مشبر يعنې محسن کېښود.

(اسدالغابه: دويم ټوک، ٩ مخ) له ابو احمد عسکري روايتوي، چې د حسن او حسين نومونو په جاهليت کې هېڅ مخينه نه درلوده او همداراز له مفضل نه روايتوي، چې: الله تعالی د جاهلي عرب پوهه او ذهن له دې دوو نومونو پټ کړ، د يوه عرب ذهن ته هم دا را نه غلل، چې د خپل زوى نوم حسن يا حسين کېږدي، تر څو چې د الله تعالی رسول په خپلو زامنو کېښود. دا اعرابي وايي: ما مفضل ته وويل: په يمن کې مخينه لري؟ و يې ويل: نه! په يمن کې حسن د سين په سکون او حسين د ح په فتحه او سين په کسره کارېده او له عمران بن سليمان يې نقل کړي دي: دا دوه نومونو د جنتيانو نومونه دي او په جاهليت کې يې مخينه نه درلوده.

 (تهذيب التهذيب: دويم ټوک، ٢٩٨ مخ) له حضرت ابوهريره روايتوي: الله تعالی شاهد دى، چې د الله تعالی له رسول سره بهر ووتو، چې د حسن او حسين د ژړا غږ يې واورېد، چټک د فاطمې د کور پر لور روان شو، وا مې ورېدل، چې پوښتي: زامن مې ولې ژاړي؟ و يې ويل: تږي دي. رسول الله راغى، چې له زاړه خيږه اوبه راواخلي، پکې نه وې؛ نو ټولو ته يې وويل: په تاسې کې له چا سره اوبه شته؟ له چا سره ان يو ګوټ اوبه هم نه وې، بيا يې وويل: يو ماشوم راکړه. فاطمې يو ماشوم ورکړ او د الله تعالی رسول په خپلې سينې پورې کړ او خپله ژبه يې ورته په خوله کې کېښووه او ماشوم هم ژبه وروله، چې ارام شو؛ دا ماشوم يې ورکړ او هغه بل يې راواخست او موړ يې کړ.

دې روايت ته ورته (هيمثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٨٠ مخ)، (کنزالعمال: اووم ټوک، ١٠٥ مخ) او (ذهبي؛ ميزان الاعتدال: لومړى ټوک، ٩٧ مخ) هم راوړى دى.

(احمد بن حنبل؛ مسند: شپږم ټوک، ٣٩٩ مخ)، (ابن حجر؛ اصابه: پينځم ټوک، ٢٣١ مخ)، (ابن ماجه قزويني؛ صحيح: ابواب رويا، ٢٩٨ مخ)، (حاکم؛ مستدرک: درېیم ټوک، ١٧٣ مخ)، (ابن سعد؛ طبقات: اتم ټوک، ٢٠٤ مخ) او همداراز د اتم ټوک په ١٧٣ مخ کې روايتونه راوړي دي، چې لنډيز يې دادى، چې ام الفضل د پېغمبر د تره حضرت عباس مېرمن خوب وليد، چې د الله تعالی د رسول د مړي يوه ټوټه پرې شوه او د هغې لمنې ته راګوزاره شوه؛ نو دا خوب يې چې د الله تعالی رسول ته ووايه؛ ورته يې وويل: ښه خوب دې ليدلى دى، د لور به مې زوى وشي او ته به ورته شيده ورکړې. همداسې وشول (تر حديث تر پايه).

(صحيح بخاري، د ادب کتاب: د ماشوم ښکلول او په غېږ کې يې د اخستو باب) په خپل سند له ابن ابي نعيم نه روايتوي: زه له ابن عمرسره وم، چې يو سړي ترې د مچ د وينې پوښتنه وکړه. عبدالله بن عمر وپوښت: د کوم ځاى يې؟ و يې ويل: عراقى يم. عبدالله بن عمر غونډې ته مخ کړ، و يې ويل: دې سړي ته وګورئ، چې د مچ د وينې پوښتي؛ حال دا، د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د زوى وينه تويوي. ما په خپله د الله تعالی له رسوله اورېدلي دي، چې و يې ويل: حسن او حسين مې په دنيا کې دوه خوشبويه ګلان دي.

دا حديث بخاري په بله لار د بداء الخلق په کتاب کې د مناقب حسن او حسين عليهما السلام په باب کې راوړى دى؛ او همداراز په خپل بل کتاب ادب الفرد، ١٤ مخ کې؛ ترمذي هم د خپل صحيح د دويم ټوک په ٣٠٦ مخ کې، (احمد بن حنبل؛ مسند: دويم ټوک په څو لارو، ٨٥، ٩٣، ١١٤، ١٥٣ مخونو کې)، (ابوداود طيالسي؛ مسند: اتم ټوک، ١٦٠ مخ)، (ابونعيم؛ حلية: پينځم ټوک، ٧٠مخ) په دوو لارو (نسائي؛ خصايص: ٣٧ مخ) او (فتح الباري: اتم ټوک، ١٠٠ مخ) کې راوړى دى.

(حلية الاولياء: درېیم ټوک، ٢٠١ مخ) په خپل سند له جابر نه روايتوي: رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم حضرت علي ته وويل: سلام دې پر تا وي اى زما د دوو ګلانو پلاره؛ ستا ځان او زما د دوو ګلانو ځان؛ ځکه ژر به دې دوه رکنه راونړېږي او الله تعالی پر تا زما ځايناستى دى –يعنې الله تعالی ته دې سپارم – او د الله تعالی رسول، چې له دنيا ولاړ، علي وويل: دا مې يو له دوو رکنو ځنې و، چې ونړېد او فاطمه، چې له دنيا ولاړه؛ نو و يې ويل: دا مې دويم رکن و، چې ونړېد.

(خصايص نسائي: ٣٧ مخ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي: ډېرى به پېښېدل، چې کله به د الله تعالی رسول ته ورغلو؛ نو حسنين به يې پر خېټه لوغړېدل او آنحضرت وايي: دا مې له دې امته دوه ګلان دي.

(کنزالعمال: شپږم ټوک، ٢٢٠ مخ او اووم ټوک، ١٠٩، ١١٠ مخ او شپږم ټوک، ٢٢١ مخ)، (کنوزالحقايق: ١٦٥ مخ) (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٨١ مخ)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٦٥مخ) او (رياض النضره: دويم ټوک، ٢٣٢ مخ) په دې باب راويتونو رانقل کړي دي، چې موږ يې په يوازې په روستي بسياينه کوو:

(رياض النضره: دويم ټوک، ٢٣٢ مخ) له حضرت اسماء بنت عميس نه د رسول اکرم له لور فاطمې روايتوي، چې رسول الله مې کور ته راغى، و يې پوښتل: زامن مې چېرې دي؟ -يعنې حسن او حسين –ورته مې وويل: نن مو په کور کې خواړه نه درلودل، علي وويل، چې له کوره يې بهر وړم، چې د خوړو په باب دې په ژړا و نه کړوي. رسول الله، چې دا واورېدل؛ نو د علي په لټه کې بهر شو او د پلاني يهودي په پټيو کې يې وموند، چې مخې ته يو څو دانې کجورې پاتې وې؛ رسول الله علي ته وويل: د هوا تر ګرمېدو د مخه ماشومان کور ته نه وړې؟ تر دې چې رسول الله يو ماشوم او علي بل ماشوم په غېږ کې ونيو او کور ته راغلل. په دې اړه د يهودي لپاره د حضرت د اوبو د بوکې د راايستو مفصل حديث تېر شو.

(ذخاير العقبى: ١٣٠ مخ) له حضرت ابن عباس نه روايتوي: يوه ورځ د الله تعالی له استازي سره وو، چې فاطمه په ژړا راغله، رسول الله وويل: پلار دې در ځار! ولې ژاړې؟ ورته يې وويل: حسن او حسين له کوره ووتل او نه پوهېږم، چې شپه به چېرې تېروي. و يې ويل: مه ژاړه، چې د هغوى خالق يې تر موږ پرې خورا لوراند دى او بيا يې خپل لاسونه پورته کړل، و يې ويل: پالونکيه! دواړه روغ رمټ وساتې! ډېر وخت لا نه و تېر شوى، چې جبرائيل راغى، و يې ويل: محمده! مه ژاړه، چې زامن دې د بني النجار د بڼ مخې ته ويده دي او الله تعالی يې ساتلو ته يوه پرښته ګومارلې ده، رسول الله له اصحابو سره راووت، چې د بني النجار بڼ ته راورسېد، و يې ليدل، چې دې دوو ماشومانو يو بل ته په ورمېږ کې لاسونه ايښي او ويده دي او د الله تعالی له لوري ګومارل شوې پرښتې ترې خپل يو وزر لاندې کړى او بل يې ورته سيورى کړى دى، رسول الله پرې بېواکه ځان ورواچاوه او ښکل يې کړل، چې ماشومان راويښ شول او بيا يې حسن په په ښۍ اوږه او حسين يې په کيڼه اوږه کېناوه او روان شو. په لار کې ورته حضرت ابوبکر مخې ته راغى، و يې ويل: رسول الله! يو ماشوم ما ته راکړئ!و يې ويل: نه! دا دوه زامن مې ښه اوښ لري او دا دوه زامن يې ښه سورلۍ دي او پلار يې تر دې دوو غوره دى، تر دې چې جومات ته راورسېدل، رسول الله ولاړ و او ماشومان يې پر اوږو وو.

په داسې حال کې يې ټول مسلمانانو ته مخه کړه، و يې ويل: غواړئ، چې د پلار نيکه له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ ټولو وويل: هو! همدا حسن او حسين، چې نيکه يې د رسولانو خاتم او نيا يې خديجه د خويلد لور ده، چې د جنت د ښځو اغلې ده او ايا غواړئ، چې د تره او ترور (عمه) له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ خلکو وويل: هو! بيا هم همدا حسن او حسين دي، چې تره يې جعفر او ترور يې ام هاني ده.

خلکو!غواړئ، چې د ترور (خاله) او ماما له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ وويل شول: هو! و يې ويل: بيا هم همدا حسن او حسين دي؛ ځکه ماما يې قاسم د الله تعالی د استازي زوى او خاله يې زينب د الله تعالی د رسول لور ده، بيا يې وويل: الله تعالی پوهېږي، چې حسن او حسين، ترونه او عمه ګانې او دوستان يې په جنت کې او دښمنان يې په اور کې دي.

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٨٢ مخ) او (کنزالعمال: اووم ټوک، ١٠٧ مخ) هم دې ورته کيسه راوړې ده.

(ذخائر القبى: ١٣٠ او ١٣٢ مخونه)، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٨٢ مخ) او (متقي؛ کنزالعمال: اووم ټوک، ١٠٨ مخ) له رامهرمزي د امثال په کتاب کې او ابن عساکر او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٨١ مخ کې له حضرت عمر بن خطاب او کنزالعمال د اووم ټوک په ١٠٦ مخ کې (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٨٢ مخ)، (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٧٠ مخ)، (اسدالغابه، دويم ټوک، ١٢ مخ)، (کنزالعمال: ١٠٤ مخ او د هغه د وينا له مخې)، (ابن عساکر او همداراز ترمذي؛ صحيح: دويم ټوک، ٣٠٨ مخ) او (ذخائر العقبى: ١٣١ مخ) په دې باب راويتونه راوړي دي، چې راويانو يې ويلي دي، چې و مو ليدل، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم حسنين پر خپلو اوږو سواره کړي وو او د (هيثمي؛ نهم ټوک، ١٨١) مخ د روايت له مخې، حضرت عمر وايي: ما وويل: څومره ښه اوښ لرئ. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: زه څومره ښه سواره لرم.

(مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٦٧ مخ) په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي: له رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم سره مو د ماسخوتن لمونځ کاوه؛ سجدې ته به چې تله؛ نو حسن او حسين به يې پر شا سورېدل او چې راپورته کېده به نو؛ هغه دواړه به يې ارام په ځمکه ايښوول او بيا به جګېده او دا چار په ټولو سجدو کې و. د لمانځه په پاى کې مې وويل: رسول الله اجازه راکوئ، چې دا ماشومان يې مور ته بوځم؟ و يې ويل: نه! ناڅاپه مې وليدل، چې برښنا راښکاره شوه او د الله تعالی رسول وويل: ځئ! مور ته ولاړ شئ او برښنا يې مخه روښانه کړې وه، چې کور ته ورسېدل. (دا حديث صحيح سند لري)

(احمد بن حنبل؛ مسند: دويم ټوک، ٥١٣ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: اووم ټوک، ١٠٩ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٨١ مخ کې) راوړى دى، (بيهقي؛ سنن: دويم ټوک، ٢٦٣ مخ) په خپل سند له زر بن جيش نه دې ورته يو روايت راوړى دى؛ خو په پاى کې يې رسول الله د هغه خلکو په ځواب کې، چې ماشومان يې کور ته رسول غوښتل، ويلي دي: دا دوه ماشومان ما ته پرېږدئ، مور و پلار مې ترې ځار وي، څوک چې له ما سره مينه کوي، له دې دوو سره دې هم مينه وکړي.

(ذخائر العقبى: ١٣٢ مخ)، (کنزالعمال: اووم ټوک، ١٠٩ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: درېیم ټوک، ١٨٢، ١٨١ او ١٧٥ مخونه)، (نسائي؛ صحيح: لومړى ټوک، ١٧١ مخ)، (مستدرک: درېیم ټوک، ١٦٥، ٦٢٦ مخونه)، (احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ٤٩٣ مخ)، (بيهقي؛ سنن: دويم ټوک، ٢٦٣ مخ)، (اسدالغابه: دويم ټوک، ٣٨٩ مخ) او (کنزالعمال: اووم ټوک، ١٠٩ او ٢٢٢ مخونو) په دې باب روايتونه رانقل کړي دي، چې د لنډيز لپاره يې له راوړو ډډه کوو.

(صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٣٠٦ مخ)، (نسائي؛ صحيح، لومړى ټوک، ٢٠٩ او ٢٣٥ مخ)، (ابو داود؛ صحيح: شپږم ټوک، ١١٠ مخ)، (مستدرک: لومړى ‌ټوک، ٢٨٧ مخ او څلورم ټوک، ١٨٩ مخ)، (احمد بن حنبل؛ مسند: پينځم ټوک، ٣٥٤ مخ)، (بيهقي؛ سنن: درېیم ټوک، ٢١٨ مخ او شپږم ټوک، ١٦٥ مخ)، (اسدالغابه: دويم ټوک، ١٢ مخ)، (ابن جرير؛ تفسير: ٢٨ ټوک، ٨١ مخ)، (کنزالعمال: اووم ټوک، ١٠٨ مخ)، (سيوطي؛ درمنثور: د تغابن د سورت تر ” انما اموالکم و اولادکم فتنة” تر آيت لاندې)، (مستدرک، درېیم ټوک، ١٦٨ مخ) او (عسقلاني؛ فتح الباري: اتم ټوک، ١٠٠ مخ) په دې مضمن روايتونه رانقل کړي دي، چې رسول الله په خطبه و او حسن (او بله ورځ حسين) او (په بله ورځ دواړو) د رسول الله خپرې پرېکړې، لاندې راکوز شو، ماشومان يې په غېږ کې ونيول، و يې ويل: د دوى د ژړا د غږ د اورېدو وس نه لرم.

(اسدالغابه: دويم ټوک، ١٩ مخ) له حضرت ابي هريرة او (کنزالعمال: درېیم ټوک، ١٥٤ مخ) له ابي ذر او (ذخائر العقبى: ١٣٤ مخ) له جعفر بن محمد او (کنزالعمال: اووم ټوک، ١٠٧ مخ) له حضرت علي کرم الله وجهه نه په دې مضمون روايتونه رانقل کړي دي، چې څو ځل ځل حسن او حسين سره غېږ په غېږ شول، چې سيالي وکړي، رسول الله به د حسين پر ځاى حسن هڅاوه او دا چې فاطمې – يا علي – يې ترې علت وپوښت و يې ويل: ځکه جبرائيل حسين هڅوي؛ نو زه حسن هڅوم.

 (صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٢٤٠ او ٣٠٧ مخونه)، (صحيح ابن ماجه)، (احمد بن حبنل؛ مسند: پينځم ټوک، ٣٦٩ مخ)، (طيالسي؛ مسند: لسم ټوک، ٣٣٢ او ٣٢٧ مخونه)، (بيهقي؛ سنن: دويم ټوک، ٢١٣ مخ) او (کنزالعمال: اووم ټوک، ١٠٨ مخ) روايتونه راوړي دي، چې لنډيز يې دادى، چې حسين وړوکى ماشوم و، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم به له لاسه نيوه، د هغه پښه به يې پر خپله خېټه ايښووه او تر اوږو به يې جيګاوه، ويل يې: (حزقه حزقه. ترق عين بقه –ماشومه!ماشومه! راوخېژه اى د ماشي سترګې) او ځنې عالمان وايي، چې د رسول الله دا خبره يې د امام حسين د شهادت او بدن د سوري سوري کېدو وړاندوينه ده؛ ځکه اوس برسېره شوې ده، چې د ماشي سترګې سورۍ سورۍ ده –په دې ټولو روايتونو کې راغلي دي، چې ويلي يې دي: (خدايه! هغه مو ښه ايسي ستا دې هم هغه ښه و ايسي، چې دى يې ښه ايسي)

(ابن سعد؛ طبقات: پينځم ټوک، ١٠٧ مخ) له ابي عون روايتوي، چې کله امام حسين له مدينې نه د مکې پر لور عراق ته د تګ لپاره حرکت وکړ؛ نو په لار کې له ابن مطيع سره مخ شو، چې څاه يې کنله، و يې پوښتل: مور وپلار مې در ځار چېرې ځې؟ آنحضرت ورته د خپلو پلويان د بلنې کيسه وکړه او ابن مطيع ترې وغوښتل، چې د حجار خلک د خپل وجود له برکته مه بې برخې کوئ؛ خو امام و نه منله، و يې ويل: دا څاه مې چې کنلې، نوې اوبه يې راوتلي دي، اوبه يې تروې دي؛ له خدايه وغواړه، چې اوبه يې سړې او خوږې شي. آنحضرت هم د هغه څاه لومړۍ بوکه اوبه راواخستې، غړغړه يې کړې او په څاه کې واچولې او د څاه اوبه خوږې او سړې شوې.

 

د امام مهدي د راښکاره کېدو په باب د رسول الله (ص) وړاندوينه

(ابن ماجه؛ صحيح: ابواب جهاد، د ذکر ديلم باب) په خپل سند له حضرت ابي هريره روايتوي، چې د الله تعالی رسول وويل: د دنيا د ژوند يوه ورځ که هم پاتې شي؛ نو الله تعالی به يې دومره اوږده کړي، چې زما له اهلبيتو يو سړى د ديلم او قسطنطنيه (استامبول) د غرونو د لړۍ تر منځ پر سيمه واکمن شي او پر دې ځمکه واکمني وکړي.

 (ابن ماجه؛ صحيح: د فتن ابواب، د مهدي د راښکاره کېدو باب) په خپل سند له حضرت علي کرم الله وجهه روايتوي: رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: مهدي زموږ له اهلبيتو ځنې دى، چې الله تعالی به يې په يوه شپه کې د راښکاره کېدوه سريزې چمتو کړي.

دا حديث (ابونعيم؛ حلية: درېیم ټوک، ١٧٧ مخ) په دې اضافه راوړى، چې په يوه شپه کې –يا يې وويل، چې په دوو ورځو کې – امام احمد بن حنبل هم د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٨٤ مخ کې راوړى او سيوطي هم په درمنثور کې د محمد سورت په تفسير کې رواړى دى او ابي شيبه، احمد او ابن ماجه ته يې نسبت ورکړى دى.

(ابن ماجه؛ صحيح: د فتن ابواب، د مهدي د راښکاره کېدو باب) په خپل سند له عبدالله روايتوي: يوه ورځ له رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم سره وو، چې يوه ډله بني هاشم راغلل؛ همدا چې آنحضرت دا ډله وليده، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، رنګ يې واوخوت، ورته مو وويل: ستاسې په څېره کې مو خپګان وليد؟ و يې ويل: موږ هغه اهلبيت يو، چې الله تعالی راته آخرت ته پر دنيا غوراوى راکړى دى، تر تګ روسته به مې پر اهلبيتو خورا کړاوونه او ستونزې راشي، خلک به ورته شا کړي، تردې چې له ختيځه به له تورو بېرغونو سره يو قوم راشي او خير او صلاح به وړانديز کړي؛ خو خلک به يې ورسره و نه مني؛ نو د ناچارۍ له مخې به تورې ته لاس کړي او الله تعالی به ددې قوم ملاتړ وي او خلک به يې ورسره د ناچارۍ له مخې ومني او هغه څه به هم ورته ورکړي، چې ترې نه وي غوښتل شوي؛ خو هغه قوم به يې ورسره نه مني؛ تر دې، چې د چار واګې زما له اهلبيتو ځنې يو سړي ته وسپاري او هغه سړى به ځمکه له عدله ډکه کړي؛ لکه څنګه چې له تېري او ظلمه ډکه شوې وه؛ نو که هر چا هغه مهال وليد؛ نو ور دې شي که څه له يخه وي.

(ابي داود؛ صحيح: ٢٧ ټوک) د المهدي په کتاب کې په خپل سند له ابي الطفيل روايتوي: که د هستۍ يوه ورځ هم پاتې شي؛ نو الله تعالی به پر هغه ورځ زما له اهلبيتو ځنې يو راښکاره کړي، چې ځمکه له عدله ډکه کړي؛ لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه.

(مستدرک الصحيحين: څلورم ټوک، ٥٥٧ مخ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي: د الله تعالی رسول صلی الله علیه و آله وسلم وويل: قيامت به نشي تردې چې ځمکه له ظلم او دښمنۍ ډکه شي او هله به زما له اهلبيتو ځنې يو راووځي، چې ځمکه له عدل او دوستۍ ډکه کړي؛ لکه څنګه چې له ظلم او دښمنۍ ډکه شوې وه. بيا وايي: دا حديث د مسلم او بخاري له نظره د صحت ټول شرايط لري.

دا روايت ابو نعيم د حلية الاولياء د درېیم ټوک په ١٠١ مخ کې په لږ اختلاف راوړى دى او همداراز احمد بن حنبل د خپل مسند د درېیم ټوک په ٣٦ مخ کې او د حديث نورو ائمو هم رانقل کړى دى.

(مستدرک الصحيحين: څلورم ټوک، ٥٥٨ مخ) په خپل له حضرت ابوسعيد خدري روايتوي: رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: ځمکه به له ظلم او دښمنۍ ډکه شي؛ نو زما له عترته به يو سړى راووځي. او دا حديث د مسلم او بخاري له نظره د صحت ټول شرطونه لري.

(امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٩٩ مخ) په خپل سند له حضرت علي کرم الله وجهه روايتوي: د الله تعالی استازي وويل: که د دنيا يوه ورځ هم پاتې شي؛ نو الله تعالی به له موږ ځنې يو سړى مبعوث کړي، چې دنيا له عدله ډکه شي؛ لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه.

 دا روايت سيوطي هم په درمنثور کې په محمد سورت کې راوړى دى او ابن ابي شيبه، احمد او ابوداود ته يې نسبت ورکړى دى.

(اسدالغابه: لومړى ټوک، ٢٥٩ مخ) د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم يو حديث راوړى دى، چې وايي: ډېر ژر به تر ما روسته خلفاء او تر خلفاوو روسته آمران او تر آمرانو روسته پاچپان او جبابر واک ته ورسي او تر هغه روسته به مې له اهلبيتو ځنې يو سړى راووځي، چې ځمکه له عدله ډکه کړي؛ لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه.

 اسدالغابه دا روايت د پينځم ټوک په ١٥٥ مخ کې هم راوړى دى، په دې توپير، چې وايي: تر ملوکو روسته به جبابره راځي.

همداراز دا روايت (ابن عبدالبر؛ استيعاب: لومړى ‌ټوک، ١٨٥ مخ)، (ابن حجر؛ اصابه: اووم ټوک، ٣٠ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: اووم ټوک، ١٨٦ مخ)، (ابن حجر؛ صواعق: ٩٨ مخ) او د هغه د وينا له مخې روياني او طبراني او همداراز (کنزالعمال: اووم ټوک، ٢٦٣ مخ)، (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٤ مخ) د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي، چې په روستي کې يې حضرت رسول الله عوف ته وايي: عوفه! څنګه به يې پر هغه مهال، چې امت مې پر درې اوياوو ډلو و ايشل شي او يوازې يوه ډله يې جنتي وي او نور ټول به په دوزخ کې وي –تر دې چې وايي –نو توره او حيرانوونکې فتنه به راولاړه شي او تر هغه روسته به فتنه په فتنې پسې راځي، تردې چې له اهلبيتو مې يو سړى راښکاره شي، چې ورته مهدي وايي، که و دې ليد؛ نو لاروي ترې وکړه، چې له لار موندليو ځنې شې.

(حلية الاولياء: درېیم ټوک، ١٨٤ مخ)، (ذخائر العقبى: ٤٤ مخ) او همدارزا سيوطي په درمنثور کې په محمد سورت کې او د هغه د وينا له مخې ترمذي، نعيم بن حماد او همداراز صحيح ابوداود (٢٧ ټوک، ١٣٤ مخ) د امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي، چې روستى يې دادى، چې ام المؤمنين ام سلمه وايي: د الله تعالی له استازي مې واورېدل: مهدي زما له عترته او د فاطمې له زامنو ځنې دى.

دا روايت ابن ماجه د خپل صحيح د ابواب فتن د مهدي د راووتو په باب کې او همدارز (حاکم؛ مستدرک: څلورم ټوک، ٥٥٧ مخ) کې هم راوړى دى او ويلي يې دي: دا مطلب حق دى او مهدي د فاطمې له زامنو ځنې دى. (ذهبي؛ ميزان الاعتدال، دويم ټوک، ٢٤ مخ) او همداراز سيوطي په درمنثور کې د محمد سورت په تفسير کې راوړى دى او ابي داود، ابن ماجه، طبراني او حاکم ته يې نسبت ورکړى دى.

(کنزالعمال: اووم ټوک، ٢٦١ مخ او همداراز؛ شپږم ټوک: ٢١٨ مخ) او همداراز؛ اووم ټوک، ٢٥٩ مخ) او ذخائر العقبى د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي، چې په روستي کې يې له حضرت حذيفه روايتوي، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: که د دنيا عمر يوه ورځ هم پاتې شي؛ نو الله تعالی به دا ورځ دومره اوږده کړي، چې زما له زامنو ځنې يو، چې نوم يې مهدي دى راښکاره شي. سلمان وپوښتل: رسول الله! له کومو زامنو ځنې دې دى؟ د الله تعالی استازي پر حسين لاس کېښود، و يې ويل: له دې زويه مې.

(کنوز الحقايق: ١٥٣، ١٥٢ مخونه) او (ذخائر العقبى: ١٣٦ مخ) د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي، چې روستى يې دادى، چې علي بن هلالي له پلاره راوايتوي، چې وايي: رسول الله رنځور و، چې ورغلم او په دې رنځ يې رحلت هم وکړ، و مې ليدل، چې فاطمه يې سر ته ناسته، ژاړي، چې غږ يې راپورته شو، د الله تعالی استازي ورته وليدل او ورته يې وويل: فاطمې! پر هغه الله تعالی، چې زه يې په حقه مبعوث کړى يم، ددې امت مهدي ستا له حسينه دى او هغه مهال به راښکاره شي، چې دنيا به له ګډوډۍ ډکه شوې وي، فتنې به راولاړې شوې وي، له هر لوري به د خلاصون لارې بندې شوې وي، خلک به يو بل لوټي؛ نه به پر کشرانو رحم کېږي او نه به د مشرانو درناوى؛ نو دا مهال به الله تعالی يو څوک مبعوث کړي، چې د ضلالت ټولې کلاګانې سوبه کړي او تړلي زړونه پرانځي او په اخره زمانه کې به د اسلام په دين پاڅون وکړي؛ لکه څنګه چې ما په لومړۍ زمانه کې په اسلام پاڅون وکړ او ځمکه به له عدله ډکه کړي؛ لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه.

(صحيح ترمذي: دويم ټوک: ٣٦ مخ)، (صحيح ابي داود: ٢٧ ټوک، ١٣٦ مخ)، (امام احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ١٧مخ)، (هيثمي؛ مجمع الزوائد: اووم ټوک، ٣١٥، ٣١٧مخونه)، (مستدرک الصحيحين: څلورم ټوک، ٥٥٤ او ٥٥٧ مخونه)، (ابن ماجه؛ صحيح: ابواب فتن، د مهدي د راښکاره کېدو باب)، (امام احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ٢٨ مخ)، (مستدرک الصحيحين: څلورم ټوک، ٤٦٥ مخ)، (احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ٣٧ مخ)، (کنزالعمال: اووم ټوک، ١٨٩ مخ)، (هيثمي؛ مجمع الزوائد: اووم ټوک، ٣١٦ مخ)، (صواعق محرقه: ٩٨ مخ)، (کنزالعمال: اووم ټوک، ٢٦١ مخ)، (صحيح مسلم: د فتن کتاب، د “لاتقوم الساعة حتى يمر الرجل” باب)، (سيوطي؛ درمنثور: محمد سورت)، (امام احمد؛ مسند: درېیم ټوک، ٩٨، ٣١٧ مخونه)، (مستدرک الصحيحين: څلورم ټوک، ٤٦٣، ٥٠٢، ٥٠٣، ٥١٤ مخونه)، (ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، ٤ مخ)، (کنزالعمال: اووم ټوک، ٢٦٠، ٢٦١ مخونه)، (ثعلبي؛ قصص الانبياء: ٥٥٤ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: اووم ټوک، ٣١٤مخ)، (صواعق محرقه: ٩٨ مخ) او (کنوزالحقايق: ١٥٢) د امام مهدي د ژوند او مړينې په باب روايتونه راوړي دي، چې په يوه يې بسيا کوو او هغه د ثعلبي د قصص الانبياء روايت دى، چې له حضرت ابن عباس نه روايتوي: د الله تعالی استازي صلی الله علیه و آله وسلم وويل: څنګه به شونې وي، چې د محمد امت هلاک شي، حال دا، زه د بنسټ په پيل کې وم، عيسى يې په پاى کې او مهدي يې په منځ کې.

پاى

 

سرچينې

١- محمد بن اسماعيل بخاري؛ صحيح بخاري، چاپ: پر ١٣٢٠ س د مصر خيريه چاپځى.

٢-مسلم بن حجاج نيشابوري؛ صحيح مسلم، چاپ: پر ١٢٩٠س د مصر بولاق مطبعه.

٣-محمد بن عيسى ترمذي؛ صحيح ترمذي، چاپ: پر ١٢٩٢ د مصر بولاق مطبعه.

٤-احمد بن شعيب نسائي؛ صحيح نسائي، چاپ: پر ١٣١٢ د مصر ميمنه مطبعه.

٥- ابي داود سيساتي؛ صحيح سيساتي، پر ١٢٨٠ د کستليه مطبعې چاپ.

٦-ابن ماجه قزويني؛ صحيح، په دهلي کې د فاروقي مطبعې چاپ.

٧-حافظ ابي عبدالله محمد بن عبدالله نيشابوري په حاکم نيشابوري مشهور؛ مستدرک الصحيحين، پر ١٣٢٤ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ.

٨-امام احمد بن حنبل؛ مسند، چاپ: پر ١٣١٣ د مصر د ميمنه مطبعه.

٩-امام مالک بن انس؛ موطا، چاپ: پر ١٢٨٠ د مصر حجريه مطبعه.

١٠- امام نعمان ابي حنيفه؛ مسند، پر ١٣٠٦ د هندوستان په لاهور کې د محمدې مطبعې چاپ.

١١-امام ابي عبدالله محمد بن ادريس شافعي؛ مسند، پر ١٣٠٦ د هندوستان په شهراره کې د خليلي مطبعې چاپ.

١٢- ابي عبدالله محمدبن اسماعيل بخاري د صحيح بخاري خاوند؛ ادب المفرد، پر ١٣٠٦ د هندوستان په شهراره کې د خليلي مطبعې چاپ

١٣-حافظ سليمان بن داود؛ د ابي داود طيالسي مسند، پر ١٣٢١ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ.

١٤-حافظ ابي محمد عبدالله بن رحمان دارمي؛ سنن دارمي، پر ١٣٤٩ د د مشق د اعتدال مطبعې چاپ.

١٥-حافظ ابي بکر احمد بن حسين بن علي بيهقي؛ سنن کبرى، پر ١٣٤٩ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ.

١٦-حافظ بن ابي الحسن علي بن عمر دارقطني؛ سنن، چاپ: پر ١٣٥١ د دهلي د انصاري مطبعه.

١٧- ابي نعيم حافظ بن عبدالله اصفهاني؛ حلية الاولياء، چاپ: پر ١٣٥١ د مصر د سعادت مطبعه.

١٨- حافظ شهاب الدين ابي الفضل عسقلاني په ابن حجر مشهور؛ فتح الباري فى شرح بخاري، چاپ: پر ١٣٧٨ د مصر د مصطفى بابى حلبي او زامنو مطبعه.

١٩-محمد بن سعد کاتب واقدي؛ طبقات کبرى، چاپ: پر ١٣٢٢ د بريل ليدن مطبعه.

٢٠-حافظ ابي بکر احمد بن خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ، چاپ: پر ١٣٤٩ د سعادت مطبعه.

٢١-امام ابي جعفر محمد بن جرير طبري؛ تاريخ الامم والملوک، چاپ: پر ١٣٥٧ د قاهرې استقامت مطبعه.

٢٢-محمد بن حسن شيباني د امام ابوحنيفه زده کړيال؛ مشکل الاثار، چاپ: د هند په لکناهور کې د انوار محمدي مطبعه.

٢٣-ابي جعفر طحاوي؛ شرح معاني الاثار: پر ١٣٠٠ د مصطفائي مطبعه.

٢٤-عزالدين ابي الحسن علي بن محمد په ابن اثير مشهور؛ اسدالغابه، چاپ: پر ١٢٨٥ د مصر وهبيه مطبعه.

٢٥-حافظ ابي عمر يوسف بن عبدالله په ابن عبدالبر مشهور؛ استيعاب، پر ١٣٣٦ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ.

٢٦-محمد بن حسن شيباني د امام ابوحنيفه زده کړيال؛ الاثار، چاپ: د هند په لکناهور کې د انوار محمدي مطبعه.

٢٧-امام حافظ شهاب الدين احمد بن علي بن محمد عسقلاني په ابن حجر مشهور؛ الاصابه، پر ١٨٥٣ ز د کلکتې چاپ، چې د مصر د چاپ له نسخې سره سمون خوري.

٢٨-شيخ الاسلام شهاب الدين احمد بن علي بن حجر عسقلاني؛ تهذيب التهذيب، پر ١٣٢٥ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ.

٢٩- حافظ شمس الدين محمد بن احمد په ذهبي مشهور؛ ميزان الاعتدال، چاپ: پر ١٣٢٥د مصر دسعادت مطبعه.

٣٠- د جامع البيان تفسير؛ امام ابي جعفر محمد بن جرير طبري پر ٣١٠ مړ، چاپ: پر ١٣٢١ د مصر د کبرى بولاق مطبعه.

٣١-د کشاف تفسر؛ امام محمدبن عمر زمخشري پر ٥٢٨ مړ، چاپ: پر ١٣٥٤ د مصطفى محمد مطبعه.

٣٢-د مفتاح الغيب تفسير په تفسير کبير مشهور، امام محمد رازي فخرالدين د علامه ضياء الدين عمر په خطيب رازي مشهور زوى، پر ٦٠٦ مړ، چاپ: د دارالطباعه عامره مطبعه.

٣٣-ستر امام جلال الدين عبد الرحمن ابي بکر سيوطي؛ د منثور فى تفسير الماثور تفسير، چاپ: پر ١٣١٤ د مصر ميمنه مطبعه.

٣٤-شيخ امام ابي الحسن علي بن احمد په واحدي مشهور؛ اسباب النزول، چاپ: پر ١٣١٥ د غيط النوبي مطبه.

٣٥- احمد بن ابراهيم ثعلبي؛ قصص الانبياء (عرائس التيجان): پر ١٢٩٤ د بمبۍ حيدري مطبعه.

٣٦-حافظ و حجت ابي عبدالرحمان احمد بن شعيب نسائي د سنن نسائي خاوند؛ خصايص اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب، چاپ: ١٣٤٨ د التقدم العلمي مطبعه.

٣٧-ابن محمد عبدالله بن مسلم په ابن قتيبه مشهور؛ الامامة والسياسة، چاپ: پر ١٣٣١ د فتوح الادبيه مطبعه.

٣٨- حافظ نورالدين علي بن ابي بکر هيثمي؛ مجمع الزوائد؛ هغه نسخه، چې د حسام الدين قدسي په هڅه او اهتمام پر کال ١٣٥٢ چاپ شوې ده.

٣٩-کنزالعمال د جمع الجوامع حافظ سيوطي د متقي هندي ليکنې شرح، پر ١٣١٢ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ.

٤٠-فيض القدير د جامع الصغير سيوطي شرح د علامه عبدالروف مناوي ليکنه، چاپ: پر ١٣٥٦ د مصطفى مطبعه.

٤١-کنوز الحقائق فى احاديث خير الخلائق د علامه عبدالروف مناوي ليکنه، هغه نسخه، چې د حافظ حسين حلمي په تحرير پر ١٢٨٥ په اسلامبول کې چاپ شوې ده.

٤٢-حافظ ابي جعفر احمد بن عبدالله په محب طبري طبري مشهور؛ رياض النضره، هغه نسخه، چې په ړومبي ځل د مصر په اتحاد مطبعه کې چاپ شوې ده.

٤٣-ابي جعفر احمد بن عبدالله په محب طبري مشهور؛ ذخائر العفبى هغه نسخه، چې د حسام الدين قدسي په هڅه پر ١٣٥٦ چاپ شوې ده.

٤٤-شهاب الدين احمد بن حجر هيثمي؛ صواعق المحرقة، چاپ، پر ١٣١٤ د مصر ميمنه مطبعه.

٤٥- د علي بن سلطان محمدي قاري مرقاة المفاتيحد خطيب تبريزي د مشکاة المصابيح شرح د ابي محمد حسين بن مسعود فراء بغوي د مصابيح شرح، هغه نسخه، چې پر ١٣٠٩ د مصر په ميمنه مطبعه کې چاپ شوې ده.

٤٦- شيخ شبلجني په مؤمن مشهور؛ نورالابصار، چاپ: ١٣٢٢ د مصر ميمنه مطبعه.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست