تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ځان جوړونه، ځان سازي لیکوال : ډاکتر علي شریعتي د ژباړن سریزه: «روښانفکران د ټولنې ډېوي دي، روښانفکرن دي چې د مظالمو، فساد او بې طبقې ټولنې جوړولو لپاره هر اړخېزې هڅې کوي. داچې دوی څرنګه پر فعالیت لاس پورې کړي، چې خپلې موخې تر لاسه کړي ، دلته یو لړ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ځان جوړونه، ځان سازي

لیکوال : ډاکتر علي شریعتي

د ژباړن سریزه:

«روښانفکران د ټولنې ډېوي دي، روښانفکرن دي چې د مظالمو، فساد او بې طبقې ټولنې جوړولو لپاره هر اړخېزې هڅې کوي. داچې دوی څرنګه پر فعالیت لاس پورې کړي، چې خپلې موخې تر لاسه کړي ، دلته یو لړ بنسټز مسایل اوڅار شوي، دوی ته مبارزاتي کرښې په نښه شوي او تر ټولو مهم د ځان سازۍ مسالې چې ته نعوته شوې ده، چې ځان سازي ، له ځانه لاپې شاپې کول او ډوزې ویشتل، د سمو معلوماتو پر بنیاد له شننې سره توپیر لري او هم ددې لپاره چې د لفاظانو، قله قله کوونکيو، ډنډورچیانو او ځینو استخدام شویو شننادو توپیر وکړای شو؛ نو د یو اسلامي ټولنپوه د شننې دا ژباړه یوه کچه در په ګوتو کوي.»

له ځان جوړونې مطلب دا نه دی، چې ځان د ((مرتاضانو))، (( راهبانانو)) او ((دیني عابدانو )) په څېر له نورو، زمانې، د ځان او ټولنې ترمنځ له ((شته)) اړیکو جلا، د خیالي ، ذهني ، میراثي ، ټبریز، قومي او ډله ییزو ارزښتونو له مخې او یا ځان د روحاني او صوفیانه اخلاقو په ځانګړو ایدیالونو او هیلو سنبال کړو او یا ځان سازي د مارکسیستانو په څېر د زمانې په یو سیاسي خوځښت کې د خپل ګډون چمتووالي ته وانګېرو؛ بلکې په عین حال کې ، ځان جوړونه دا ده:

« ځان، د یو آر یا اصل او موخې په توګه بدلول؛ یعنې د خپل وجودي جوهر بشپړونه»، چې لازمه یې د هغو خلکو په برخلیک کې ګډون دی چې زموږ انسانیت او وجودي تکامل او بشپړتیا یې ایجابوي.

پر ځان جوړونې د لګیا کېدو لازمه، پردې آرونو اقرار دی:

انسان په خپل تاریخي بهیر او د ټولنیز نظام په بدلون کې ونډه لري او له دې مو مطلب، شخصیت پالي، مشرپالي، بوتپالي او وګړپالي نه ده، چې دا ګرد سره کفر، شرک او آفتونه دي؛ بلکې د انسان پر اګاهۍ، پوهې او ارادې ګروهه او په ټولنیزو تحولاتو کې د یو علت په توګه ترې انګېرنه ده.

انسان په یو ټولنیز انقلاب او بدلون کې هله تر پایه رښتین، ډاډمن او با وفا پاتېږي، چې ځان یې تر ټولنیز انقلاب وړاندې او یا ورسره همغږی انقلابي جوړ کړی وي او جوړ کړي. له بېخه ((انقلابي انسان)) یوازې هغه انسان نه دی چې په یوه ټولنیز انقلاب کې ګډون کوي – ځکه ډیر ځل ((اپرچونیستان یا ورځچاري ))، ((لانجمن)) او ((ځانمني)) هم پکې ګډون کوي او همدوی د ګردو خوځښتونو او انقلابونو د ناکامیو او کږلېچونو جرثومې او میکروبونه دي، بلکې یو انقلابي تر هر څه وړاندې یو اړول او ځان جوړ کړای شوی جوهر دی، هغه انسان دی چې د ((مفکورې له مخې یې ځان سازي کړی)) او (( د خپل میراثي، دودیز او غریزي ځان)) ځایناستی شوی دی.

انسان «د وګړي او ډلې پر مانا) تل او په مطلق ډول د چاپېریال زوکړه او روزل شوی نه دی. له چاپېریاله مې مطلب هم طبيعي چاپېریال دی (لکه چې نیچریالستان یې وایې) او هم جغرافیایي او اقلیمی چاپېریال دی ( لکه چې هیستوریستان پرې ګروهن یا معتقد دي) او هم ټولنیز چاپېرال دی (لکه چې مارکسيستان یې وايي) او همداراز د میراثي او ژنيتيکي جبري ځانګړنو مخلوق نه دی ( لکه چې بیولوژیستان، فاشيستان او راسیستان پرې ګروهن دي)؛ خو په عین حال کې دا ګرد ټولنیز، مادي او طبقاتي لاملونه نه نفې کوم؛ او په ازبادولو یې ګروهن یا معتقد یم چې انسان د ځان جوړونکی کېدای شي؛ یعنې په ځان جوړونه ګې برخوال کېدای شي.

او هم نباید دا ګروهه یا عقیده مو پر یو ډول ایدیالېزم، په تېره په یوه فلسفي عرفاني او احساسي رمانتېزم اخته کړي، چې اتوپیا سازي یې په اړه ډېرې خبرې کوي او له انسانه د طبیعت او ټولنې له چاپېریاله او له تاریخي جبره جلا د یو جوهر انګیرنه لري؛ بلکې انسان د طبیعت زوکړه ، د خپل تاریخ، ټولنې او طبقې پالل شوی دی او هم د ژوند، بیولوژیک او ژنتیک له شرایطو اغېزمن دی؛ خو د انسان وجودي تکامل بهیر له دې علمي مادي جبري عواملو ځنې د آزادۍ پر لور درومي او په کومه کچه چې اراده او ځانخبري پکې وده کوي؛ نو د یو ((معلول)) له بڼې ځنې د یوه ((علت)) په بڼه رادبره کېږي؛ نو کله چې ((انسان)) وایو مطلب مو د هغه علت پیدايښت دی چې د طبیعت او تاریخ په بهیر کې د یو عامل، پنځګر، خالق، صانع، مدبر او خانخبري ګومارونکي ونډه لوبوي او دغسې یو انسان څومره چې خپله اراده له ځانخبرۍ، مادي او طبیعي پوهې سره همغږې کوي؛ نو ځان د تاریخ پر مادي او علمي بهیر برلاسولای شي. لکه چې د طبیعت په اړه وینو، انسان په خپل علمي کار (مطلب مې له علم یا تجربې سره مل کار دی) طبیعت اړوي او همداراز په یوې ټولنيزې مفکورې (ایدیالوژی) څنګه چې غواړي خپل نظام اړولای شي؛ نو دغسې پرځان باندې پر کار، له ځانه په خپله خوښه یو انسان جوړولای شي؛ نوځکه ځان سازي، د ټولنسازۍ او طبیعت سازۍ په څېر، یو علمي او عینی واقعیت او په عین حال کې یو انساني رسالت دی.

قرآن کریم چې له انسانه کومه انګېرنه لري، له دې پوهېدنې سره همغږې ده، قرآن کریم انسان له مادي نظام او له عیني او علمي علتونو او عواملو جلا او مطلق یوه ښکارنده (پدیده) نه انګېري او نه يې مازې یوه ناځانخبرې ښکارنده انګېري چې په تاریخي جبري لړۍ یا طبیعت یا وراثت کې رامنځ ته شوې وي.

لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ، ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ (تین/ ۴/ ۵)

 ((انسان مو په وړتیا او د تکامل په شونتیاوو کې په علمې اوچتې کچونې کې پنځولی؛ بیا مو تر ټولو پرېوتي پړاو ته ورګرځولی دی)) یعنې بالقوه انسان یوه مافوقه ښکارنده ده؛ خو بالفعل یوه مادي، خاورینه او بيوژیکه ښکارنده ده. په قرآن کریم کې د انسان ړومبۍ خټه نه یوازې یوه مادي خټه ده (خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ، مِنْ طِينٍ)؛ بلکې یو پرېوتی مادیت دی؛ یعنې هم د واقعیت له پلوه (( خاورې)) دی او هم د ارزښت له پلوه ((پرېوتی)) دی (صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ، حَمَإٍ مَسْنُونٍ). خو بالقوه له مادي قوانینو خپلواک د یو علت تر بریده او د طبیعت، وراثت، تاریخ او ټولنې د جبر استخداموونکی او د مادي نړۍ تر سنبالنې (یعنې پر ځمکه د الله ځايناستی او خلیفه شي) پورته تلای شي او دا علمي بهیر له ((خاورې)) تر ((الله)) ووهي او دا په عین حال کې چې یو مادي، علمي او جبري تکامل دی او په همدې حال کې د هغه وجود د ازادېدو پر لور ورمات دی، چې د انسان خدایي جوهر پکې پلی شوی دی. او په دې بهیر کې د کمال او تکامل پر لور، د انساني پرګنيو طبیعي بهیر ټاکل کېږي او په همدې بهیر کې د انسان رسالت او د خلکو په مشرۍ کې د ګردو پوهانو او باخبرو رسالت مشخصېږي او په همدې بهیر کې ځان سازي لور او فلسفه پیدا کوي.

ځان سازي په اسلامي لید کې یو ((منفي ریاضت)) نه؛ بلکې یوه ((رغنده او مثبته پالنه)) ده. قرآن کریم په دې باب یو مستقل سورت لري، په دې سورت کې هر انسان ــ چې په قرآني لید کې له ټولو انسانانو سره مساوي دی ــ د یو (( تخم)) په بڼه انګېرل شوی او طبیعي ده چې پر وړاندې یې د انسان رسالت د یو بزګر رسالت دی. که بزګر په ځیرنه او هوښیارۍ سم کار وکړي؛ نو تخم د خاورو او خټو له ګېډې راوځي، سر وهي او راټوکېږي، د بوټي او نیالګي پاللو ته ټول مادي او علمي عوامل چمتو کوي چې مېوه ونیسي او په دې توګه بزګر له خپل تخمه حاصل اخلي. اپوټه کوم بزګر چې د غفلت، ناپوهۍ، جهل، سرسري کتو یا خیانت او بوختیا په پار خپل کرلی تخم هېر کړي؛ نو تخم په خاورو کې پټ او ورستېږي او به پای کې بزګر تش لاسی کېږي. په دې روزنه کې قرآن کریم پر ذهني او میتافيزيکي مسایلو او اتوپیاسازۍ خیالونو ډډه نه وهي؛ بلکې د طبیعت پر ګردو ښکارندو ډډه لګوي:

شمس سورت؛ ۱- ۱۰ آیتونه:

 وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا (۱)= قسم پر لمر او غرمه يې!

وَالْقَمَرِ إِذَا تَلَاهَا (۲) = او قسم پر سپوږمۍ، چې ورپسې شي!

وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا (۳) = او قسم پر ورځې، چې دا (لمر) څرګند كړي!

وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا (۴) = او قسم پر شپه، چې دا (لمر) راونغاړي!

وَالسَّمَاءِ وَمَا بَنَاهَا (۵) = پر اسمان او جوړوونكي (یا په دا هسې جوړېدو) يې قسم!

وَالْأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا (۶) = پر ځمكه او غوړوونكي (یا دا هسې غوړېدو) يې قسم!

وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا (۷) = پر (انساني) نفس (ځان) او سموونكي (یا په دا هسې سمېدو) يې قسم!

فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا (۸)  = نو ده ته یې د خپلو بدو او ښو (تشخیص) ورالهام كړ

قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا (۹) = چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛  نو په يقين، چې بريالى شو

وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا (۱۰) = او چا چې خپل نفس په ګناه ككړ كړ؛  نو په يقين، نهیلی او بې برخې شوی دی!

دا هغه مقدسات دي چې باید ددې تخم (چې زموږ په دننني طبیعت، وجودي خاورې، جبر، وراثت، تاریخ او ټولنیز نظام کې ښخ دی) په ځان سازۍ او ودې کې استخدام شي؛ نو ته پازوال (مسوول) او د خپل تخم بزګر یې:

قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا: ((هغه بزګر برېمنېږي، چې تخم یې وروزه او وده یې ورکړه))

وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا: ((هغه بزګر بایلوده چې تخم تر خاورو لاندې پټ کړي))

له انسانه دغسې یوه انګېرنه په هر پېر، نظام او طبقه کې روښانفکر او باخبرانسان ته ویلای شي چې له خپل طبقاتي، تاریخي او ټولنیز جبره خوشې کېدای شې. له انسانه دغسې یوه انګېرنه په بورژوازۍ، اشرافیت او ان د پاسنۍ طبقې په خورا پرېوتو اقشارو پورې اړوند روښانفکر اړ ایستای شي، چې له بېخه خپله طبقاتي ټولنه پرېږدي او پر ضد یې راپاڅي او ځان د خپلې دښمنې طبقې (رنځېدلیو او مظلومانو) په بهير کې کړي او هم په دغسې پوهېدنې پر ټولنې واکمن انساني ضد نظام، لرغونی اشرافیت، د ټولنې پر فرهنګ، روح او اخلاقو برلاس نوې پانګوالۍ ، د انسانانو پستۍ او پرېوتنې او شته وضع ته د ټولو غاړه ورایښوو ته مخونه ورکولای نشو.

خو ځان جوړونه موخه لري. ایدیالوژي او ایدیال (ارمان) ځان جوړونې ته مانا ورکوي. د ځان جوړونې ضمني مفهوم یعنې یو کار، موخې او خصوصیاتو ته د وررسېدو لپاره د ځان چمتو کول دي. نو مخکې تردې چې پر ((روش یا طریقې)) بوخت شو، باید موخې وټاکو. که د چا ایدیال او ارمان د خپلې زمانې په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي خوځښت کې ګډون وي؛ بېشکه ځان جوړونه ددې ارمان په ځانګړي چوکات کې ټاکي، که موخه یې د دنننیو او وجودي ارزښتونو وده وي، هم او که موخه یې د فکري، علمي او فلسفي لید روزنه وي، همدغسي. باید د ځان سازی پر دود له بوختیا وړاندې، ایدیالوژي مشخص کړو. د ایدیالوژۍ ترغوره کونې روسته د ځان سازی مساله راته اوڅارېږي. ایدیالوژي مو څه ده ؟ د ځان جوړونې په لار کې ړومبی ګام په ځان کې ددې ډار او همېشنۍ وسوسې پیاوړتیا ده چې پر ((Alienation یا له ځانه پردیتوب)) اخته نشوو. د یو روښانفکر له ځانه د پرديتوب ستر آفت ((تقلید)) دی، تقلید یعنې په هغو چوکاټونو کې بندېدنه ده چې بې ستا له شتونه یې ټاکلي دي، کېدای شي دا چوکاټونه سنتي او دودیز وي؛ یعنې تر تا مخکې تپل شوې وي. هغوی چې دا دودونه جوړ کړي، سازوونکي وو؛ خو ته یې چې منې له ځانه پردی یې. حال دا، یو دروغجن احساس درپیدا کېږي، چې له ميراثي زړو دوونو خوشې شوی یې، شونې ده دا خوشې کېدنه دې خپله ترلاسه کړې نه وي؛ بلکې پر زمانې د برلاس عواملو د تقليد جاذبې او د برلاس او مسلطو ځواکونو روحیې ــ چې پر زمانې یې خپله واکمني تثبیت کړې ــ د دود (او سنتو) له زندانه خپل زندان ته رالېږدولی یې او د زندان بدلونه خوشېتوب احساسوې. حال داچې له یو ډول پرديتوبه نوي ډول ته یې ورکوچېدلی یې. ړومبی ګام ، د ځان راسپړنه او پر خپلو انساني ظرفیتونو ایمان درلودل دي. البته دا د یوې جاهلانه ځانخوښونې پر مانا نه؛ بلکې انساني ارزښتونو ته ځانخبرې ورستنېدا ده، چې په موږ کې شته خو راڅخه یې اخستې وه.

 بېشکه سبانې انسان؛ هغه انسان چې د سبا سوچ ورسره دی، هغه انسان به وي چې د تېرو او نن له ګردو زندانونو د ازادېدو لیاقت او وړتیا یې ترلاسه کړې که څه له (باطلو) تېرو په میراث راپاتې وي او که نن ښکېلاک په زور راټومبلي وي؛ نو دغسې سباني انسان به نوی مغزي او روحي ظرفیت راسپړلی او ترلاسه کړی وي.

سبانۍ مفکوره د ډېرو تجربو پایله ده چې انسانیت په ګرانه بیه ترلاسه کړي ده: ډپ او بندښت نوځکه له ګردو هغولارو راستنېدا ده چې انسان یې د ژغورنې ساحل ته وررسولی نه دی او یا د ناکامو عواملو پېژندنه او راسپړنه ده، چې ستر ایدیالونه یې مات کړي. سبانۍ مفکوره نباید زموږ له ذهني او تلقینی رسوباتو سر راپورته کړي او نه له هغو اخستنو (برداشتونو) چې کله پوهېږو او کله نه پوهېږو چې له کومه رارسي: ((ډله یيزې رسنۍ))، که ((رسمي)) وي که ((پټې )) !

باید د خپلو ارمانونو غوراوی او ټاکلو ته پر ټینګو ستنو ډډه ولګوو او د زمانې حرکت ــ تاریخ ــ یعنې ((د انسان تکاملي بهير)) ډېره ټینګه او مضبوطه ستنه ده. د انسان تکاملي بهير کوم یو دی؟ درې ټکي دي چې څومره د تاریخ حرکت مخ پر وړاندې ځي، هومره یې ماناوې او اړخونه ښه ځلوي:

لومړی ــ ((عرفاني احساس ))

 یعنې څه چې د انسان وجودي جوهر د لوړو ارزښتونو پر لور ورهي کوي او هم انسان ته داسې انرژي ورکوي چې هېڅ کالوري زيږې ماده یې چمتو کولای نشي. عرفاني احساس؛ یعنې څه چې د انسان په تاریخ کې یې عشق او نمانځنه پنځولې، چې دا د فرهنګ خورا مړه زېرمه او د تاریخ ارزښت او ښکلا ده. عرفاني احساس؛ یعنې څه چې له حقیرو او ناڅیزو انسانانو ځنې یي ستر توپانونه او څه چې له دې ((کوشنۍ نړۍ)) څخه یې ((ستره نړۍ)) پیدا کړې، چې طبیعت یې د عظمت پر وړاندې ناڅیز دی. دا ستر انسانان ، چې نننی صنعتي تمدن، واکمنه بورژوازي، اکونومېزم او تکنالوژي یې له جوړولو بېوسې ده.

دویم ــ ((د انسان تکامل))

انسان چې وایم، مطلب مې د هرې ټولنې او نظام نازولي نه دي ــ دوی د بشري ټولنې د بڼې ځګونه دي !ــ بلکې مطلب مې بې شمېره پرګنۍ دي چې د تاریخ په اوږدو کي یې د بشریت آریزه زمینه جوړه کړې وه او جوړوي یې، تل دوی تولیدوونکي وو؛ خو په عین حال کې خپله بې برخې او تل یې نورو ته خواړه چمتو کول؛ خو په خپله وږي وو، او بشري سترې پرګنۍ د تاریخي تکامل په اوږدو کې دا لار وهلې ده: د خپلو ارزښتونو د پېژندو پر لور ورهی شوی، خپل انساني حقوق یې پېژندلي، په مخ کې یې پراته خنډونه او خپل طبقاتي دښمنان یې پېژندلي او بالاخره د عدالت پر لور یې خپله لار پېژندلې او دهغو خنډونو، او نظامونو نفې چې دوی یې پر استضعاف (اوبېوزلۍ ) اخته کړي و، په جبري بهير کې د بې شخیته پرګنيو شخصیت ترلاسه کونه ــ چې د بشري عدالت د پلي کېدو پر لور او د طبقاتي برابرۍ او تردې ښه د بشري طبقاتو د نفې پر لور مخ پر وړاندې وردرومي ــ د تاریخ دویم اړخ دی.

درېیم ـ انسان د طبیعت جوړه ښکارنده وه او په خپل کار یې طبیعت نفی کړ، تاریخ یې جوړ کړ او د تاریخ جوړ شو. د تاریخ په نفې خپل ټولنیز نظام سازوي او تپنه پرې کوي او د خپل غریزي خپل په نفې، پر ریال انسان، ایدیال انسان ورتپي (یعنې انسان له شته وضع څخه مطلوبې او ارماني وضع ته ورکاږي ) نوځکه د تاریخ درېیم اړخ د ((ازادۍ)) پر لور په حرکت کې دی؛ خو کوم زندانونه یې ګواښي؟

((طبیعت)) او جغرافیا ړومبی زندان دی چې په طبیعي علومو او تکنالوژۍ ترې ازادېږي.

((د تاریخ جبر)) د انسان دویم زندان دی چې د تاریخ د قوانینو پېژندنه او د تاریخ تحول او تکامل یې د تاریخ له زندانه ازادوي.

((ټولنیزاو طبقاتي نظام)) درېیم زندان دی چې ((انقلابي ایدیالوژي)) یې له دې زندانه ازادوي.

((څلورم زندان)) ، د ځان زندان دی: ((وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا، فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا؛ پر (انساني) نفس (ځان) او سموونكي (یا په دا هسې سمېدو) يې قسم! نو ده ته یې د خپلو بدو او ښو (تشخیص) ورالهام كړ،.))

 انسان یو دنیوي او اخروي اغږلی (مخلوق ) دی له ابلیسي او الهی عناصرو جوړ دی؛ ځینې کششونه یې خاورو ته ورکاږي او ځینې یې د الله لوري ته ورهسکوي؛ خو انسان خپله یو (( انتخاب))، ټاکنه او غوراوی دی او په همدې دریځ کې یې مسوولیت او ځانخبري اوڅارېږي؛ نوځکه د مولوی محمد جلال الدین بلخي به وینا: ((انسان، په خپلې جګړې کې له ډول ډول او جړ پړ حالاتو، خلاصون مومي ))، په داسي یو معجون اوړي چې د انسان غریزې (او بیولوژیک اړخونه) له (ځاننخبرې ټاکونکې، پنځوونکې او د لوري او ارمان (ایدیالی) ټاکونکې) ارادې سره يې تړښت مومي او په دې توګه ((فلاح)) ته وررسی ((فلاح)) له څلورم زندانه (یعنې ځان ) د انسان ازادي ده، هغه ځان چې طبیعي غرایزو، له دودیزو عاداتو، تاریخي او ټولنیزو جبرونو سره د ده پر ارواپوهنې کلکوونکی اغېز ورایښی دی؛ نوځکه د تاریخي تکامل درېیم اړخ د انسان د آزادي پېژندنه یا پنځونه ده: سیاسي، اندیزه، هنري، ګروهیزه، د څرنګه ژوند کولو او د انتخاب او غوراوي آزادي ، د خپل تکامل په اوږدو کې د انسان قدرمنه لاسته راوړنه ده.

 ((آزادي ))،((عشق)) او ((برابري ))

یو روڼ اندی چې غواړي له ګردو ذهني او عیني زندانونو خوشې شي او خپله مفکوره د انسان پر تکاملي بهیر او د تاریخ پر ټولیز حرکت جوړه کړي؛ نو که اروپايي روښانفکر وي، ناچار باید ددې درېیو بېلګو په اړه غور وکړي:

پاسکال ــ هغه انسان چې پر خدای ګروهن (معتقد) او په انساني فطرت کې یې د بې تابۍ یو توپان راولاړشوی و، چې په نمانځنه یې ځان مطلقو ارزښتونو (خدای) ته ورساوه.

مارکس ــ هغه چې ګردې هڅې او اندېښنې یې وکارولې چې یو لږه کی (اقلیت) د ډېره کي (اکثریت) پرګنیو له زبېښاک او استضعاف (هغه عوامل چې انسان کمزوری کوي) ځنې لاس واخلي او خپله پوهه یې د ولسونو حق ازبادولو ته (چې په هېڅ نظام کې یې بې له کار کولو، نه خوړو او پرې ورسپرېدو بل حق نه درلود) وکاروله او د ژوند تر پايه له زور، ظلم و پانګوالۍ، د خپلې زمانې له واکمنې بورژوازۍ او د (میسحي او یهودي اړول شويو) ادیانو په نامو له ټګۍ برګۍ، ناپوهۍ او اندیز استعماره کرکجن و او تل دې سپېڅلي ننګېرنې ته وفادار پاتې شو.

سارترــ هغه چې ازادي د حق و باطل او خیروشر ملاک او کچه بولي او سره له دې چې په هستۍ او په پایله کې انسان او انساني ژوند ته پرهېڅ مانا قایل نه دی، ازادي د خپل ژوند ارمانی (ایدیال) فلسفه او خپله وجودي فلسفه پېژني، د انسان پر ارادې دومره ګروهن او ایمان وال دی چې وايي: ((که یو شل د منډو د سیالیو اتل نشي؛ نو مسوول دی)) په هرحال ویل یې: ((زه ستا او ستا د اندو غلیم یم، خو چمتو یم ځان درځار کړم چې خپلې اندې ازادانه وویلای شې)) یعنې خبرې دې وکړه.

 نو په دغسې یوې فلسفې کې د انسان اراده ازاده ده او د حکومت د قدرت او واک سرچینه د ټولنې د هر وګړي انتخاب او غوراوی دی او سترې واکمنۍ او نړیوالې وګړې د یو نامنلي او ناروا چار په پار، یو لیکوال، هنرمند یا د فلم یو کارګرځی راپرځوي او دغسې انسان واکمن ځواک ته به نارواوو غاړه نه ږدي؛ قانون ترې ملاتړ کوي او د واکمن قدرت پر وړاندې دفاع ترې کوي، هغه قدرت چې اسمانونه څيرولای شي خو وس یې نه رسی چې یو قلم مات کړي؛ واکمنۍ پرطبیعت واکمن ډال غوڅولای؛ خو یوه خوله ګنډلای نشي.

او که روڼ اندی په ختیځ کې اوسی، باید دغسې کار وکړي او له نېکمرغۍ چې تر لوېدیځه یې دلته تومنې ډېرې دي:

بوداـــ د انساني جوهر بې خدایه پېغمبر

حلاج ـــ اورغورځی سمندر چې ایرې یې هم خوځي

مزدک ـــ هغه چې تر مارکس یې څو پېړۍ وړاندې او مخکې تردې چې صنعت رامنځته شي او جمعي تولید او د بخار ماشین د وګړیز مالیکت له تنګ زندانه د ژوند ګرد نعمتونه ازاد کړي، د (( خسروــ موبد)) د ((مېرمن راټولوونکي یا زن اندوزۍ )) او (( زر راټلوونکی یا زراندوزی)) له طبقې سره یې مبارزه پیل کړه او په پای کې یې اسلام مېوه (او یبره) راوواڼله.

 خو مسلمان روڼ اندې یا روښانفکر د یو ((مشر او امام)) درلودو لپاره د درېیو شخصیتونو دغسې یو مصنوعي تړښت ته اړتیا نه لري؛ ځکه ((علي (ک) )) لري [هغه چې نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ورته ویلي: (( زه منذر او ډاروونکی یم او ته هادي او لارښود یې !)) ]

علي (ک) تر مزدک حساستر او تر مارکس انقلابي تر ژوند وکړ، د زبېښوونکیو مخالف او له محرومانو او بې برخې کړای شویو سره همدردی و، ویې ویل: ((که واکمن شم کوم حق یې چې له مظلمومانو تښتولی، که شيدې شوي او د مور په تیونو کې یې وي، یا د خپلو ښځو مهر کړی وي، راوبه یې باسم او وربه يې کړم.))

هغه ستر روح چې د ظلم پر وړاندې دومره بې تابه دی چې خبر شو د واکمنۍ پر پولو يې تېری شوی او یوه یهودۍ ښځه یې ځورولې، پر منبر یې مخ په سپېړه وواهه، ویې ویل ! (( که څوک له دې درده ومري؛ نو نباید ټپسوری شي.))

ته وا ننګېرله یې چې ښایې ددې کړاو دباو ونشي زغملای او وبه مري. هغه چې دومره فقیرانه ژوند یې وکړ (حال دا، د سترې امپراطوری واکمن و) چې ځان یې د خپلې واکمنۍ له فقیر ترین انسان سره ورته کړ. هغه چې خپل باوفا ملګري ميثم خرما پلوري ته ــ چې په طبخ کې یي ښې او خرابې خرماوې بېلې بېلې ډېری کړې وې ــ وویل: (( هن ! ولې دغسې د خدای مخلوق وېشې؟)) کېناست او دواړه ډېرۍ یې سره ګډې وډې کړې او ویې ویل: (( دواړه انډول بیه وپلوره)) یعنې څه ؟ یعنې نه یوازې ((هر چاته د خپل کارهومره )) نه یوازې ((پر تولیدي وزلو د مالکیت تساوي))؛ بلکې ((په لګښت کې تساوي)) یعنې له یو ګډ ژونده چې اوچت تر په انځور نلرو.

د علي (ک) انساني حقوقو او فکري ازادۍ او درناوي ته ځیر شئ؛ خوارج يې د ویني غلیمان وو، علي (ک) به چې لمونځ کاوه، لمونځ به یې ورماتاوه، د علي (ک) خبرې به یې پرې کولې او ملنډې یې پرې وهلې، سره له دې چې علي (ک) واکمن و؛ خو دوی یې تر لږ شان دباو لاندې  هم ونه نیول، علي (ک) داسې واکمن و چې په افریقا کې یې پر پراخ ځمکه واکمني کوله؛ خو سیاسي زندان یې نه درلود، ان یو سیاسي بندي او سیاسي وژنه یې هم نه درلوده او کومو بانفوذو او ځواکمنو شخصیتونو یي چې په واکمنۍ کې دسیسه کړې وه ، کله چې ورغلل او د تلو اجازه یي وغوښته، اجازه یې ورکړه او پوهېده چې یوې خطرناکې توطیې ته ځي، ځکه نه یې غوښتل چې زورورو او واکمنو ته دا دود پرېږدي ، چې د سیاست په پار، د انسان ازادي لتاړ کړي.

په عشق او عرفاني احساس کې، حلاج یې د وجود د اورغورځي سړه ایره ده او د خپل خلوت په دعاوو کې د خدای شکر کاږي: ((څه لویې لویې ښوییدنې وې، چې زه دې ترې وساتلم او د خلکو په خولو کې دې زما صفتونه ورواچول، چې وړ یې نه وم او څومره بدیانې لرم چې له خلکو دې پټې کړې دي)).

په دغسې یوه لید په ډاګه ده چې د کار لمن څومره پراخه ده. عشق ، برابري او آزادي درې انساني اړخونه دي چې باید یو د بل په همغږۍ او اوږه په اوږه پرمخ بوتلل شي، داسې نه چې یو اړخ ونیسو او دوه یې پرېږدو یا دوه ونیسو او بل یې پرېږدو.

یو انسان هله د عدالت ښکارندوی کېدای شي چې په ځان کې دا سوچه او خدايې جوهر جوړ کړي، چې په ټولنه کې له خپل درلودونکي حق ځنې لږ، د بل په پار چې لږ حق لري، وغواړي؛ یعنې له بل سره برابري د خپل حق تر پلي کېدوغوره وګڼي او دا هله شونې ده چې انسان د ایثار او سرښندنې پړاو ته چې د انسان د مانیز تکامل یوه درجه (ګرایه) ده ورورسي.

څنګه په رښتوني یوه بې طبقې ټولنه درلودای شو، چې وګړي یې په مادي انګېزو او نیتونو خوځيږي او له ژوند او شتونه مو انګېرنې د مادي فلسفې له مخې وي؟ حال دا، یو ((ارزشي انسان)) [ چې پر خدای، معاد، نبوت ګروهن وي ] پر ټولنیزعدالت ولاړه ټولنه جوړوای شي.

څنګه د انسان معنوي تکامل په باب چې ((عشق و ایمان)) مو وربلي سوچ وکړو او څنګه د ((خدای نمانځنې)) په هکله چې ((د اوچتو ارزښتونو نمانځنه)) ده ـ انده وکړو، حال دا، انسانان په یوه داسې نظام کې ژوند کوي چې پیسې؛ لګښت، غریزي او مادي انګېزې، بورژوازي، پانګوالي ، وګړیز مالکیت او طبقاتی زبېښاک پرې واکمن دی او جمعي اړیکې یې د داړه مارانو دي چې د یوې مردارې پر سر یو پر بل منګولې لګوي.

په ازاد بازار او پانګوالي نظام کې باید هر څوک له ګهیځه تر ماښامه د سپي په څېر وځغلي او له ماښامه تر ګهیځه د پیسو خوبونه وویني، که نه له ژوند کولو بې برخې دی؛ نو دلته به د انسان ازادي څه وي؟ په هغه نظام کې چې پر طبقاتي تضاد، زبېښاک او ټول انساني ارزښتونه په پیسو تلل کېږي، ولاړ وي ــ څنګه د دموکراسۍ او ولسواکۍ، سیاسي او فکري آزادی په هکله خبرې وکړو؟

ولسواکي او پانګوالي؟ دا داوړه څنګه یوځای کېدای شي؛ خو داچې له ولسواکۍ ځنې له انسانه د انسان زبېښلو لپاره یوه دروغجنه وزله جوړه کړو چې دا د ولسواکۍ غټ چل ول او ستره غولونه ده. شونې ده انسانان په دغسې یو نظام کې آزادي احساس کړي؛ خو دا یو دروغجن احساس دی، شونې ده په دغسې ټولنو کې ګرد وګړي آزادانه رای ورکړي؛ خو مخکې ترې پانګوالي ده چې به صندوقونو کې یې رای وراچولې؛ ځکه پیسې ځانخبرې او ناځانخبرې رای جوړوي. د لوبې په ډګر کې هر څوک آزاد دی چې وځغلي؛ خو بېشکه یوازی سپاره مخکې کېږي! او پلي تل له آزادۍ او د سیاسي حقوقو له برابرۍ روسته پاتېږي؛ نوځکه هله آزادي، عرفاني احساس او اخلاقي اخلاص درلودلی شو، چي انسانان په داسې یو نظام کې ژوند وکړي، چې د مادي ژوند له بنده او له اقتصادي ځنځیرونو یې خلاص کړی او د قرآن کریم په وینا:

أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ ، حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ: (د شتمنیو، اولاد او ټبر) پر ډېرښت ویاړ بوخت ( او د خدای له یاده غافل) کړئ، تردې چې د قبرونو لیدو ته ولاړئ (او د خپلو مړیو قبرونه مو وشمېرل او پرې وویاړېدئ.)

هغه انسان چې په ټولنه کې یې عدالت پلي کولو ته مټې رابډ وهلي، یو الهي انسان او رڼه اوچته مرغلره ده، یو انسان دی چې د ایثار پړاو ته رسېدلې؛ نوځکه خپل ایثار ته له خپل نړۍ لید سره په تړاو یوه ایدیالوژیکه مخونه هم لري او دا یوازې د اسلام مبارک دین دی چې له دغسې ځانګړنې برخمن دی.

او هم هغه انسان چې د انساني رښتونی ازادۍ (نه د سوداګرۍ ازادۍ) په هکله غور کوي، هغه انسان دی چې په داسې ټولنې کې ژوند کوي، چې مخکې پکې انسان د پانګوالي نظام له بنده خوشې شوې او طبقاتي نظام دوه قطبي کړی نه دی او پر انسان طبقاتي، نژادي، خېلي او ټبریز شرک واکمن نه دی.

نوځکه وینو دا درې اړخونه (آزادي، برابري، عشق) چې اوس لاس وګریوان دی باید یولاس وي چې نه یوازې انسانی، ټولنيز او طبقاتي توحید پلی کړي؛ بلکې د تاریخ په بهير کې د انسان تکاملي حرکت ګړندی کړي او په همدې حال کې دا خوځښت خپل رښتوني لوري ته ورسیخ کړي. ځان جوړونه، یعنې په ځان کې ددې درېیو واڼو اړخونو همغږې وده؛ یعنې په هماغه حال کې چې ځان ((عدالت پلوی)) احساسوو، په دننه کې عشقي عظمت راولاړوو او په همدې حال کې انساني آزادۍ ته دومره درناوی کوو چې مخالف او ان خپل فکري دښمن د آزادی د سپېڅلتیا په پار، زغموو؛ ځکه د ((دکتاتورۍ)) په برلاسۍ کې ددې احتمال چې عدالت به پلی شي، یو غولوونکی او خطرناک باور دی او کله چې (( پانګوالي )) واکمنه وي، پر والسواکۍ او د انسان پر ازادۍ ایمان یو ساده توب دی. که د انسان پر تکامل ګروهن اوسو، د انسان فکري ازادۍ ته ډېر لږ شانته زیان او د اندنو او نوښتونو د زغم پر وړاندې لږ شانته بې تابي، یوه فاجعه ده. په هماغه حال کې چې ځان عدالت خواه ننګېرو، باید عشقي سوچ وکړو، چې دننني ډاډ ته مو ورسیخوي او پرهمدې حال د نورو د نوښت، انتخاب، غوراوی، ایمان او اندې له زغملو پر شا نشوو.

څنګه په ځان کې برابري، عشق او ازادی سره پخلا کړو؟ بې له دې چې یو له بله یې ځار کړو. دا یو ستونزمن چار دی؛ خو باید ویې کړو. ((یو اړخېزېدل)) د اوسني انسان یوه ستره فاجعه ده او نه یوازې د ((مارکوزه)) په انګېرنې؛ بلکې په دې انګېرنې که یوازې په مادی عدالت بسیانیه وکړو؛ نو د انسان له هغو دوو نورو تکاملي اړخونو به روسته پاتې شو، د ده آزادي مو قرباني کړې او مانیز ارزښتونه یې مو هم له یاده ایستلي.

 که د هندوییزم د معنویت سمندر او د بودائي ځلاندې نیروانا په باب سوچ وکړو؛ نو پر یوې وګړېزې انزوا اخته شوي یو او د نورو برخلیک به مو خپلسرو زورورو ته ورسپارلی وي؛ خو ځان مو اوچتو انساني ارزښتونو ته ورسپارلی چې په دې حال کې مو قدرمنې انساني ننګېرنې لتاړ کړي دي. او که د حلاج په څېر د عشق په لار کې سولی شو او د جهل، ناپوهۍ او کیني په اور کې وسوځوو او سرلوړي او شهادت د خپل ژوند د کمزوریو په فدیه کې ورکړو؛ نو به همدې حال کې به پوکه لار کې پاک مړه شوي یو( او په اصطلاح تشه ټانټه ولاړو)؛ ځکه ځان جنت ته وررسول؛ خو نور په دوزخي ژوند او ځمکه کې پرېښوول، یو ډول ریاکارانه تېښته ده، چې له سوداګرېزې اندودې راولاړه شوې ده او جنت ددغسې انسانانو ځای نه دی، چې د حضرت مسیح علیه السلام په وینا:

((که د بېړۍ پېړ پړی د ستنې په ستومي کې ورننوځي؛ نو یو پانګوال به هم جنت ورننوځي )).

او تر ټولو مهمتر نباید هېر کړو چې باید همزمان درې واڼه اړخونه پرمخ بوځوو. څوک چې ځان په الهي ارزښتونو روزلای شي او د خپل دننني عظمت پیاوړتیا ته یې ملا تړلې وي او په خپله خټه کې د الهي خوبونو پر انعکاسولو لګیا وي؛ نو په عین حال کې ځان دې د مظلومانو په برخلیک کې ورګډ او د دوی کړاوونه دې احساس او له دې وضع د خلاصون لپاره دې مبارزه وکړي او په همدې حال کې هغه انسان له ولسونو سره په اخلاص همدردي او ایثار کړای شي چې ځان یې په انساني ارزښتونو روزلی وي او هم هغه انسان دا دواړه همغږي پرمخ وړای شي چې د تعصب، فکري او ذهني ځانپالنې له تنګ چوکاټه ازاد شوی وي او د نورو د ازادۍ درناوی وکړي او د مخالفې ګروهې د زغم وس ولري ، تردې چې ګرد متعصبان، جزمیان او دوګماتېستان ورته هک اریان وي. نوځکه باید ځان جوړونه په درې واڼو اړخونو کې همغږې وغځېږي، په دې مانا چې انسان په هر اړخ کې پرمختګ له دوو نورو سره د پلي کېدو وړ وبولي؛ لکه چې تردې مخکې هم باید وپوهېږي چې ځان جوړونه د خپلې زمانې په جوړښت کې له ګډونه جلا د یو پړاو په توګه تعبېرولای نشي؛ لکه چې اسلامي احکام ښيي، کوم انسان چې د ځوانۍ منګ ته ورسي، بې درنګه وګړیز مسوولیتونه یې ــ چې د ځان سازی پړاو یې رانغاړي ــ له جمعي مسوولیتونو ــ چې ټولنیز او سیاسي رسالت یې رانغاړي ــ سره یو د بل په څېر ور په ګوتو کېږي؛ لمونځ، روژه، په هماغه حال کې د انسان مکلفیت ګرځی لکه چې پر نېکیو امر او له بدیو منع.

د ځان سازۍ درې واڼه اړخونه مشخص شوو، اوس باید د دوی د همغږۍ پالنې دود او طریقه په ګوتو کړو، په لنډو باید دا درې واڼه اړخونه تل او همزمان به (۱) عبادت (۲) کار (۳) او ټولنيزې مبارزې پیاوړي او وځلوو.

۱ـــ عبادت: د عبادت لغوي جرړه، په اسلامي فرهنګ کې یې ژورتیا او پراخوالی راښيي. (( عبدالطریق))؛ هوارې لارې ته ویل کېږي، چې لاروی، اسان، ډاډمن او چټک موخې ته رسوي. دلته وینو چې عبادت یوه وجودي مساله او له بېخه د ځان جوړونې پر مانا ده. د انسان وجود چې په اغراضو، څوبتیاوو، تمایلاتو او انحرافي عاداتونو پر موږ خوشې چټي ډول ډول کششونه راتپي، باید د انسان د اګاهۍ او ارادې تر لاس لاندې په یو سخت او مقید رژیم ((چاڼ، پاک، تزکیه او راڼه)) شي ، اخلاص او سوچه توب ته ورسي. اخلاص د ایمان اوچتو انساني ارزښتونو، ځان پوره خدای ته سپارلو او د خلکو په لار کې د انسان وجودي ایکي یوتوب دی، چې د ځان په نفې کولو، د ځان ازبادول دي: داسې ژوره تجربه چې عرفاني فرهنګ مو په نړۍ کې تر نورو فرهنګونو ډېر سرشار او غني دی. لمونځ په اسلام کې مسلمان د وګړیز او اقتصادي ژوند ــ چې د وګړېزو اړتیاوو پوره کولو ته هڅې دی ــ له سلېښتناک ډنډه راوباسی او د خدای له ډاره یې ژغوري. انسان به لمانځه کې د احساس او وجودي جذبې له سرشاره حالته برخمن دی ، یا په خلوت کې له اخلاصه ډک دی او یا په جماعت او غونډه کې سراسر هیجان او وحدت دی، چې د انسان وجودي لوری په ټولیز بهیر کې نوی او سموي. روژه یو بل رژیم دی چې انسان د خپلو غریزي او وګړېزو بنسټېزو څوبتیاوو پر وړاندې پیاوړی کوي او د ایمان په لار کې یې پرې مسلطوي. بېشکه څوک چې ځان اوچتو انسانی ارمانونو ته ورډالۍ کوي، باید د وګړیزو کششونو او څوبتیاوو له زندانه ازاد وي. په ټول کې زموږعرفاني متون او ډول ډول اسلامي عبادات یو ارزښت راډالۍ کوي چې روح د ورځېني ژوند په ډنډ کې له ورغوځېدو او په لګښتپالۍ او تجمل پالنې کې له ورګيرېدو او به ټیټو سیالیو کې له ورپرېوتو ساتي، چې سوداګریزو نظامونو راتپلي او په پایله کې د لګښت د دروند پېټي د پوره کولو لپاره چې لا هره ورځ درنېږي او ټول انساني ارزښتونه مو پکې قرباني کېږي. ویکتورهوګو وایي: ((بې نهایت کوشنی د بې نهایت ستر پر وړاندې وي )) او دا لمونځ دی. له عبادته مطلب د انسان او خدای ترمنځ مستمر او پرله پسې وجودي نښلون دی. هغه خدای چې د مانا، ښکلا، موخې، ایمان او د انساني ارزښتونو سرچینه ده. او بې له خدایه هر څه د پوچۍ، عبثیاتو او ابتذال په ډند کې ورډوبېږي.

نن د عبادت ونډه تر پرون او وړمې ورځې څو ځل ډېره ده. پرون ساده بازاره بورژوازي راباندې واکمنه وه او وړمه ورځ یو دوديز کرنیز تولید واکمن و او په هرحال ډېر فرصتونه وو چې انسان، طبیعت او دیني قانون یو له بل سره اړیکه ولري، په تېره چې زبېښونکي رژیمونه، ساده او کم اغېزې وو. خو نن پانګوالي له اقتصاد، فرهنګ، سیاست ، ټولنپوهنې او پوځي قدرته ګډ یو نظام دی او د یوې سرطاني شبکې په څېر نه یوازې نړۍ، چې انسانان له دننه او دباندې مسخ کوي او لکه چې وینو، بې له دې چې پوه شو څنګه اوله کومې لارې په داسې بهیر کې ورلوېږو چې تغیر مومو او دا تغیر په داسې ډول او لوري دی چې پانګوالي یې غواړي او له مخکې یې جوړ کړی دی.

 عبادت یوازېنی اړیکه ده چې وګړی په دغسې یو وحشتناک نظام کې له خپلې وجودي مسخ، له خپل انساني ابتذاله او د انساني ارزښتونو له هېرولو ساتي او د هستۍ له مرکز سره مو اړیکه ټینګوي او موږ په نړۍ کې د ماشینېزم، پانګوالۍ او سیاست له ځپنده او درانه یرغله ژغوري او ټینګه ډاډمني راکوي.

((هایدګر)) وايی، انسان دوه وجوده لري:

(۱)اعتباري یا مجازي وجود

(۲) ذاتي او حقیقي وجود.

اعتباري یا مجازي وجود:

د انسان د هغو اړیکو ټولګه ده چې له ښکارندو (پدیدو)، پېښو او د خپل چاپېریال له بوختیاوو سره یې لري. د انسان انګېزې، غرېزې، احساسات، عادات، حساسیتونه، اعراض او هيلې یې له خپل چاپېریال سره په تړاو کې کوي او دا (( وضع )) پکې یو (( وجودي شخصیت او وګړه )) رادبره کوي، چې غرضي ده او هغه رنګونه دي چې طبیعي، وټیز (اقتصادي)، ټولنيز، فرهنګي او بوختیایي شرایط او په یوه کلمه کې ((بهرنۍ چاپېریال)) یې پر ((ما)) وهي. دا رنګونه د وګړېزې او ډله ییزې ټولنپوهنې، انسانپوهنې او ارواپوهنې بنسټېزه موضوع ده او ټول په منطقي او علمي کچو تفسیر او څېړل کېږي او د انساني علومو بېلابېلې څانګې یې پېژني او داچې جبري، عام اوعیني اړخ لري؛ نو نننۍ علمي انسانپوهنه، انسان یوازې په همدې رنګونو پېژني؛ نوځکه نوي انساني علوم هم انسانان په مشخصو او جبري قالبونو او چوکاټونو کې ویني او هم ځان د دوی د ذات او وجودي جوهر په تل کې له ورډوبېدو ناګاروي او د انسان د هېښنده او نامتناهي راز او پټ حقیقته لاس اخلي او انسان یوازې مادي ښکارنده یا مقوله بولي چې د طبیعت، نژاد، خېل، وراثت، د کار وزلو، ټولنیز نظام، اقتصادي دریځ، طبقاتي او ټولګیز چوکاټونو د عواملو او اړیکو ساخت وساز دی. نوځکه هر چا په دې چوکاټونو کې یوچوکاټ او قالب نیولی او پرې پېژندلېږي او په حقیقت کې بهرنۍ وضع او چاپېریالیزعوامل دي چې انسان مانا کوي: بزګر انسان ، کارګر انسان، فیوډال انسان، بورژوا انسان، اداري انسان، تکنوکرات انسان، روښانفکر انسان، صنعتي انسان…

د انسان ((ذاتي او حقیقي وجود)):

دا د انسان جوهري وجود دی چې د عرضي رنګونو او له ټولنیز وضعیت د راولاړو شویو حالاتو او تر بهرینو اړیکو لاندې یې پټ دی او انسان والی د یو اصالت او د مادي علیت، ټولنیز جبر او محیطي عارضي ځانګړنو له لړۍ د ازاد او مستقل علت په مانا سرچینه ترې اخلي او حقیقي زه ((انا)) چې د انسان ځانګړنه ده پکې ځاله لري.

په عادي حالاتو کې چې انسان ورځېنی ژوند کوي او یوازې د ښکارندو او خپل چاپیریال د پېښو پر وړاندې غبرګون ښيي او د خپل اقلیمي، وراثتي، ټولنيزو، طبقاتي او بوختیایي غوښتنو له مخې بڼه خپلوي ، له دې زه ((انا)) (چې حقیقي وجود یې دی) غافل دی. عشق، مرګ او ماتې درې قوي ګوذارونه دي، چې له دې ورډوبېدو یې ساتي او په خودوي یې. انسان چې تل له ځانه دباندې بوخت دی کله په دې ګوذارونو په ړومبی ځل ځان ته یې ورپامېږي، خپل دننه ته سر ورښکاره کوي او په اړه یې نندارې او سوچ ته کېني. په دې ادلون بدلون کې خپل ((وجودي حالت)) مومي او دا خورا ژور، اوچت او رښتوني احساسات او انساني موندني او ازمېښتونه دي او له دې لارې یو ډول بې واسطې اګاهي ترلاسه کوي ، چې زموږ د اندیالانو په تعبير ((حضورعلم )) یادېږي، چې پکې: علم، عالم او معلوم درې واڼه یو دي او ددې تجربې وحدت په ((ځاننخبرۍ))، ذاتي تغییر او وجودي انقلاب کې بنسټیزه ونډه لري او له دې لارې انسان، چې په هر ټولنیز او طبقاتي چوکاټ کې وي او ان په هرې وراثتي ځانګړنې چې زیږېدلی او روزل شوی وي؛ نو معجره ډولی قدرت لري چې ځان ازاد کړي، واړوی، د ایدیولوژیک خوځښت بهیر او بل طبقاتي برخلیک انتخاب او غوره کړي: که هغه په بورژوازۍ پورې اړوند روښانفکر وي یا د کوم صیب زوی؛ خو په وحودي اخلاص او انقلابي سرښندنې او ایثار د کارګر، بزګر یا مظلوم په چوپړ کې شي، چې د ده طبقاتي غلیم دی.

که د اریستوکراسۍ په فرهنګ کې روزل شوی وي او یا د اوچت خېل یا انحصارطلبې او زبده طبقې ځانګړې ښوونې یې زده کړې وي؛ خو له دې ټولوسره سره ولسي لید ومومي او په رښتیا د محکوم خېل او نژاد او محرومې طبقې دردونه، حساسیتونه او لېوالتیاوې احساس کړي او له دوی سره وجودي ګډونواله او ذاتي یووالی پیدا کړي. خپله خلک شي، چې ځان د خلکو پر وړاندې پازوال (مسوول)، قلم یې ګټور اوعمل یې ژمن شي.

عبادت یوه هڅه ده چې د عارضي رنګونو څنډنه، د ټولنیزو تنګو قالبونو ماتونه، د حقیقي وجود صیقل او توږنه، د وجودي حالاتو راپاڅونه، د ځانخبرۍ د پټو زېرمو راسپړنه او دهغو حالاتو لاس ته راوستنه ده چې زموږ په فرهنګ کې سترو شخصیتونو ترلاسه کړې، چې دا ((دل اګاهي)) او د زړه پوهه ده او د خورا ژوري، صمیمي، مترقي او رښتوني ژمنې پېژندنه ده چې به قرآني تعبیر یې د علي (ک) په ژبه (( د فطرت تړون )) دی.

(۲) کار:

قرآن کریم ، د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم سنت او د عزتمنو یارانو ژوندود یې راښیي چې اسلام کار ته څومره اهمیت ورکوی. پوهېږو چې خدای تعالی تر ((ایمان)) روسته بې درنګه ((صالح عمل)) یادوي او ان پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پوښتي: ما الاسلام ؟ ورته وایې: العمل. مطلب دا نه دی چې په یو ډول پراګماتېزم اخته شو او فکري کچه عملي کچه ونیسو. دا یو ډول انحرافي زخمه او ګرداب دی، چې انسان د ړانده عمل په هلاکتځي کې ورغورځوي؛ ځکه مخکې تردې باید ایدیالوژیک مبنا ولرو، چې صالح کړنې له ناصالحو، هغه کړنې چې د انسان په چوپړ کې دي، له هغو کړنو چې د شخص په چوپړ کې دي او یا له بېخه تباه کوونکي دي، تشخیص کړای شو. صالح کړنې یوازې دیني او مذهبي کړه وړه نه دي؛ بلکې په عین حال کې مادي کړنې او تولیدي چارې هم صالح کړنې او عمل شمېرلېږي. د اسلام په ژبه کې د دیني عمل، فکري عمل، اقتصادي عمل او تولیدي عمل ترمنځ پوله نشته. موږ د خپلو اړتیاوو او دودېزې ژبې له مخې د دیني عمل، فکري عمل او اقتصادي او تولیدي عمل خبرې کوو، که نه د اسلام په ژبه کې د دوی ترمنځ څه برید نشته، له بېخه باید ژبه مو پر توحیدي لید وڅرخي او له ژبې مطلب، فکري او فلسفي ژبه ده. دا ټکی بې نهایت ژور دی چې اسلام هر سم عمل ــ سیاسي ، وټیز (اقتصادي)، ولسي ، روغتیایې ــ د دیني عمل په څېرعبادت بولي، ان خوب: د ایمانوال خوب، ان د ایمانوال خوراک او روزۍ ترلاسه کونه. دغسي اقتصادي چارې کول هم عبادت ګڼي.

پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم پوښتي: خورا محبوب کار کوم دی؟ وایي: هغه کار دی چې په لاس کېږي. محبوبترین مال کوم دی؟ هغه چې په لاس راغلی وي. له بېخه انسان ته بې له خپلو هڅو بله یطبره او ثمر نشته. دا آر د انسان او خدای په اړیکه کې هم صادق دی: چې قیامت او د انسان نهایی برخلیک، د قرآن په وینا: (( هغه ورځ ده چې انسان خپله لاس ته راوړنه په سترګو ویني)) او هم دا په ټولنیزه اړیکه او یو وټیز (اقتصادي) سیستم کې یو ټولیز آر یا عمومي‌ اصل دی: ((وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى))

کار په ځان جوړونه کې مهمترینه مساله ده؛ خو کار د ژوند د سریزې، زده کړې، د ټولنیز مقام ترلاسه کولو یا تولیدي کار په توګه نه؛ بلکې به ځان جوړونه کې د ورزش او ارمان په توګه. کار کول؛ یعنې په انسان د طبیعت نفې. کار، د طبیعت پر وړاندې د انسان پراکسیس دی. انسان د طبیعت واکمني نفې کوي او خپله واکمني یې ځایناستې کوي، دا یو مادي کار دی. ټولنیز کار هم دغسې دی، انسان په خپل کار خپله ټولنه بدلوي، سازوي یې او هېښتیاوړ (د تعجب وړ) دا چې، انسان په هماغه حال کې چې بل سازوي، خپله هم سازېږي. فردوسي شاهنامه وویله او شاهنامې دا کلیوال نارینه فردوسي کړ.[1]

نوځکه کار یو خنجر دی، د انسان د وجودي جوهر تجلا ده او یوازې انسان دی چې کار کوي؛ ځکه کار یوازې غریزي عمل، هاغسې چې په ګردو څارویو کې شته، نه دی؛ بلکې کار د انسان د ارادې د عیني پلې کولو تجلا،غوښتنه او ځانګړی ارزښت یې دی. انسان په کار کې زیږېږي، په کار جوړېږي او ذهنیت یې پر عینې واقعیت اوړي او په عین حال کې وجودي جوهر یې ښوی او صیقلېږي او تکامل مومي.

 خو په ځان سازۍ کې د انقلابي کار ونډه آزادي ورکوونه ده هر څوک د خپل کورني، طبقاتي، ټولنیز او زماني چوکاټونو زنداني دی، څنګه له دې زندانونو ازادېدای شو؟ تر آزادېدو وړاندې د یو انسان په توګه په خپلې زمانې او ټولنې کې او دهغې طبقې لپاره چې په اړه یې مسوولیت احساسوو، کومه ونډه او زمه واري پرغاړه واخلوو. یو زنداني یوه وزله ده نه یو علت او نه یو عامل. ددې مسالې، کله چې د روښانفکرانو انقلابي مسوولیت خبره کېږي، لمن یې پراخېږي او ډېره هېښنده ژورتیا پیدا کوي او رښانفکران د ټولنیز کار پیلوونکي دي. کار، مفکوره له حافظې او ذهنه د انسان د وجود او فطرت تل ته ورښکته کوي او د ده له خټې سره یې اخږي او په دې توګه ایدیالوژي پر ایمان اوړي او روښانفکر په مؤمن انسان اوړي. د مؤمن کلمه خورا ژوره ، پراخ او پانګواله ده.

په اسلامي فرهنګ کې د مسلمان، مؤمن او منافق توپیر باخبرو اندیالانو ښوولی دی. هغه کسان چې په ذهن کې یوه مفکوره د یوې عقېدې، فکر، ایدیال او د ښوونځي ټولګه لري او په خوله منښته (اقرار) پرې کوي؛ خو ذات یې ترې غافل دی یعنې توحید ته فکري تسلیم دی؛ نو دې ته مسلمان وایي او هغه چې ښوونځی (دین او توحید) پکې د یوه فطرت په بڼه شوی وي او د وجودي تسلیم درجې ته رسېدلی وي، مؤمن ورته وايي. منافق هغه دی چې وجودي لوری او ګروهیز لوری یې یو له بله جلا دي. ((نفق)) جغړوندي او واټن ته وايي او منافق په یوې مانا هغه انسان دی چې د ((زړه او خولې)) ، وجود او ګروهې یا عقیدې ترمنځ یې واټن دی؛ یعنې یو ډول دوه ګونی شخصیت او وګړه لري. اخلاص، وجودي ایکي یو توب او په بل تعبیر وجودي توحید؛ د فکر او عمل ترمنځ یووالی دی. د فکر او عمل ترمنځ اړیکه یوه متقابله اړیکه ده؛ لکه چې علي (ک) ویلي: (( من الایمان یستدل بالعمل ومن الاعمل یستدل بالایمان )) (( له ایمانه عمل ته لار بېیول کېږي او له عمله هم ایمان ته.))

داسې دې نه وي چې ژوند مو د مړو او غنیانو وي؛ خو تش په خپله له نېستمو سره مینه ولرو، داسې دې نه وي چې پر امام حسین ژاړو؛ خو په عمل کې د زمانې د یزیدیانو ملاتړي اوسو، داسې دې نه وي چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د لور فاطمې (رضی الله عنها) مینه دې راسره وي؛ خو ژوندود دې د شاهزادګۍ وي. په فکري ځان سازۍ کې باید دا وړتیا ولرو، چې د ((عبادت))، (( کار)) او (( ټولنېرې مبارزې )) د مفاهیمو ترمنځ همغږي او یووالی ومومو او په خپلو کړو وړو کې یې جرړې وغځوو، چې له فطرت او خټې سره مو واخږل شي، تردې چې د درې مفاهیمو بېلتون احساس نه کړو او هر یو په عین حال کې له دوو نورو سره یو وبولو، داسې یو تثلیث چې په ژوره او حقیقت کې یو توحید دی.

 باید پوه شو چې د فکري او وجودي ځان سازی دغسې درجې ته یوازې په کتاب، څېړنې او پوهې وررسېدای نشو؛ ځکه خبره د نوې فلسفي نظریې په باب نه ده ، خبره د نوي او تازه انسان پنځونه ده او انسان یوازې په نظریه نه جوړېږي. ((کار)) نه یوازې په دې هکله له کتاب سره لاسنیوی کوي؛ بلکې د انسان د انحراف او کږلېچ مخه نیسي او په عین حال کې خپله د کتاب په څېر د آګاهۍ، پوهې او د حقیقت او بلې معنوي تجربې د لاس ته راوستو سرچینه کېږي. کتاب او کار د یو انسان په جوړونه کې اغېز لري. کتاب، کار له فکري پوهې، د شننې قدرت او د نورو له تجاربو په لاسنیوي کې همغږوي او کار ذهني دنده د واقعیت په ډګر کې ټینګه او سموي. د اسلام ستر فکري مشران او انقلابي لارښوونکې په رښتوني کارګران وو، بزګري او نخل کاري یې کوله، بڼونه یې جوړول، یوم یې واهه، خاورې یې را ایستې څاه ګانې او کارېزونه یې ایستل یا یې نورو ته مېږې لوشلې خپل لاسونه یې تڼاکې کول او مزدوري یې اخسته. په اسلام کې د کار سپېڅلتیا تردې برېده ده، چې پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم یوازې دوه لاسونه ښکل کړي؛ د یوې ښځې لاس او د یو ((کارګر)) لاس؛ دوه څېرې چې په ګردو نظامونو، تمدنونو او فرهنګونو کې د ذلت، حقارت، سپکاوي او محرومیت انځورنې وې، دا هم لاس ښکلونه ! هغه سنت او دود، څنګه چې نن دود دی، شتون نه درلود او که درلود یې یو ډول شرک شمېرل کېده.

 پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له غزا راستون شو، مدینوال یې ښه راغلاست ته ورغلل، پېغمبر او مجاهدین له خپلو سپرلیو راکېوتل او ورسره ویني، یو سړي خپل ځیګ لاس ورکړ او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم تعجب وکړ، ويې پوښتل، سړي ورته وویل: (( د کجورو بڼوال یم، اوس مې هم یوم واهه، خبر شوم چې راځئ؛ نو ښه راغلاست ته مو راغلم )). پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د نوموړي لاس د مجاهدینو او خلکو په منځ کې پورته کړ او ویې ویل، دا هغه لاس دی چې هډو اور به ونه وینې، روسته ورټیټ شو او ښکل یې کړ.

په اسلامي امت کې ټولنيز تخصصونه، ټولګېزې وېشنې او د شخصیتي مراتبو لړۍ نه وې او د مدینې په ټولنه کې روحاني ډله، د عالمانو ډله، د سیاسي مشرۍ ډله او د ټولنیز مقام درلودونکې ډله او د کارګر او بزګر ډلې ناپېژاندې وې. معلم له کارګر سره او په همدې حال کې د مشرۍ تر بریده سیاسي کېدل او په عین حال کې د تقوا بېلګه او کله په مبارزه کې یو مېړنی تورزن او ان د مسلمینو خلیفه والی او په همدې حال کې د څو نا څیزو یهودو مزدوري کول، په اسلامي لید او د اسلامي امت په نظام کې یو له بل سره ټکر نه لري. هجرت یو انقلابي انتقالي حرکت و، هغه حرکت چې د قریشو شتمن مشران ــ چې د مکې په عزتمنه ټولنه کې اوسېدل ــ او هغه خلک چې پر ګردو عربانو یې د سیادت او ښاغلیتوب وجهه درلوده، په هجرت مدینې ته راځي او د ((اوس)) او ((خزرج)) په دوو ورکنومو او ډېرو سادوو ټبرونو کې په کارګرۍ لګیا کېږي او د ډوډۍ پیدا کولو لپاره له ناچارۍ بدني کار پیلوي او ان بې ښځو پاتېږي او د جومات پر چوتره اوسېږي او دا ډول ژوند نه یوازې ورته ننګ او شرم نه دی، چې دوی، یعنې ((اصحاب صفه)) د اسلامي ټولنې درانه، محترم ، قدرمن او مشهورې څېرې دي.

یوې بلې بېلګې ته ځیر شئ؛ امام زین العابدین د حج په موسم کې پټ او بې له دې چې څوک یې وپېژني، د کاروانونو د تېرېدو پر لار درېده او ځان یې کاروانیانو ته د چوپړیال په توګه وروړاندې کاوه او د حج په اوږدو کې چې کله څو میاشتې اوږدېده، د چوپړیال یا یو کارګر په توګه په حجاجو کې پر کار بوختېده او داچې حاجیانو یې ارزښت نه پېژانده، درناوی یې نه کاوه، تحقیراوه یې او ان سختو چارو ته یې اړ ایسته؛ خو امام خوند ترې اخسته؛ ځکه ځان یې په دغسې وضع کې له محرومترینو انسانانو سره یوشان مونده او دا ورته انقلابي او ستره تجربه وه.

کار یوه ستره معجزه ده چې روښانفکر ته د ګردو اشرافي ارزښتونو، بورژوازي کمزوریو او د سوکالې میکروبي طبقې رنځور ډولي عاداتو د پرځېدو نعمت ور په برخه کوي او له ولسي پرګنیو سره یې اغږي او په دې توګه یو پرازیت ډولی انسان پر پېغمبر ډولي انسان اوړي.

۳ ــ ټولنیزه مبارزه:

اپلاتون، انسان یو سیاسي حیوان تعریفوي او پوهانو مو یو ټولنیز حیوان ژباړلی؛ ځکه ګڼله یې چې ټولنیزوالی د انسانانو شریکه ځانګړنه ده نه سیاسي والی، ځکه په دې حال کې یوازې سیاستوال انسانان دي او ډېر خلک چې د سیاست په اړه سوچ نه کوي او یا سیاسی کار نه کوي، انسانان نه دي، حال دا چې ټولنیزوالی د انسان مشخصه ځانګړنه نه ده؛ ځګه ډېری حیوانات شته چې تر انسان خورا ټولنیز دي لکه د شاتو مچۍ؛ نو سیاسي والی د انسان ځانګړنه ده.

له سیاسي توبه مطلب، هغه لید او لېوالتیاده چې وګړی د خپلې ټولنې په برخلیک پورې ورتړي او دا تړاو د انسان د ارادې، آګاهۍ او انتخاب ښودونکی دی او یوازې انسان دی چې خپل ټولنیز دریځ احساسوي یعنې په ټولنه کې د خپل موقعیت به باب ځانخبری دی، یا یې تاییدوي یا نیوکه پرې کوي او یا یې د بدلون لپاره مټې رابډ وهي. نوځکه نا سیاسي انسان هغه انسان دی چې د خپلې وړتیا ځلونې ته یې ورشا کړې ده. افسوس ، د ټولنو پر برخلیک واکمنانو د ولسونو له سیاسي کېدو ډار درلود. خلک له سیاست لرې کول د ښکېلاکګرانو، استبدادي او سرزورو ځواکونو تګلاره وه چې سیاسي قدرت په خپله ولکه کې ولري، دوی د انحرافي هنرونو، په ګڼو ورزشونو کې د افراط ، د جنسي ازادیو د پراختیا، لګښت پالۍ ، په اقتصادي یا کورني ژوند کې د ناڅېرو او سپکو ستونزو د پیدا کونې، د انحرافي مسایلو د دودولو، ذهني بوختیاوو او یا په دیني، فلسفي و ادبي او هنري نشو ټولنه له خپل برخلیکه لرې کوله.

دغسې د عباسیانو په پېر کې ټولنه یې له سیاسته لرې ساتلې وه چې همدا یې د اوږدې واکمنۍ لامل و. امویانو سره له دې چې ځواکمن نژادي او قومي موقعیت درلود، سره له دې چې د خپلو مخالفانو په ځپنه کې یې سیاسي ځيرکي او تاوتریخوالی درلود؛ خو له یوې پېړۍ یې ډېر دوام ونه کړ او دلیل یې دا و، چې مسلمانو پرګنیو سیاسي حساسیت درلود، چې له اسلامي انقلابه ورته په میراث پاتې وه. د حکومت لږ انحراف هم لامېده چې خلک به جومات کې راټول شي او نظام ته سرخوږی جوړ کړي. پوهېږو چې د دویم خلیفه پرمهال، هغه چې اسلامي ټولنې ته یې دا دومره ویاړنې او بریاوې ورپربرخه کړې وې او خپل ځان یې هم خورا حیثیت ترلاسه کړې وه؛ ناڅاپه مدینوال پرې نیوکه کوي، چې ولې دې اوږد کمیس اغوستی؟ حال دا، حضرت عمر لوړ دنګ و او دا ښيي چې له ولجو یې له خپلې برخې ډېره اخستې ده؛ نو حضرت عمر ناچاره شو چې ځان د عمومي افکارو پر وړاندې محاکمه او سپین کړي. خپل زوی ته یې ورغږ کړ او خلکو ته ورازبادوي چې کمیس یې خپله او د زوی برخه ده او په دې توګه خپل ګرېوان د مدینوالو له لاسونو خلاصوي. عباسیانو چې د ولس حساس سیاسي شعور ولید، چې څنګه یې د امویانو ځواکمن رژیم راوپرځاوه؛ نو په سیاست څنډنه یې لاس پورې کړ. په کومه لار؟ په فرهنګي پراختیا، پر علم ډډه وهلو، مادي پرمختګ و شتمني، سیاسي قدرت د دیني شعایرو او نښو درناوی، روښانفکران او عالمان یې په ذهني ، کلامي ، فلسفي او مذهبي مسایلو بوختول، ولسي خلک په دې نشه کول چې د اسلام په نامې یې ډېرې سوبې او پرمختګونه کړي دي.

نوځکه د امویانو په پېر کې چې د خلکو سیاسي او طبقاتې مبارزې او جګړې د طبقاتي عدالت او انساني مشرۍ پربنسټ وې، د عباسیانو پر مهال پر فرقه یي، مذهبي، کلامي، ذهني، فلسفي او ان لفظي شخړو واوړېدې. لکه چې نن هم پانګوالي او ښکلیلاک د رنګارنګ ایدیالوژیو چه جوړولو مذهبي، ټبرېزو او نژادې اختلافونو ته لمن وهي، فسادونه خپروي ، ورزشي حماقتونو ته پراختیا ورکوي، لګښت پالي دودوي، پوچې فلسفې، تیاترونه، سینماوې، کابارې و رادیوتلوېزیون، موسیقي، تجمل پالي، مُدسازي ،جنسي ازادي او په زرګونو منترونو هڅه کوي د خلکو سیاسي حساسیتونه کمزوري او په پایله کې له سیاسته یې لرې وساتي.

 افسوس زموږ یو شمېر دوستان چې ځان ته روښانفکران او پر یو څه پوهېدونکي وایي، ځانونه یې د ژبې، سیمې او قوم په لومو کې رانښلولې، حال داچې هېواد مو له نازکو تاریخي شېبو تېرېږي، باید له ګردو فرعي اختلافاتو تېر او په مناسب فرصت کې ویینې پرې وکړو. باید د ځینو واکمنيو له تجاربو ګټنه وکړو چې نیت یې د ټولنې ارتقا وه؛ خو تاکتیک او پر لارې تګ یې سم نه و او په پایله کې هم خپله له منځه ولاړل او هم یې ټولنه له سترو کړاوونو سره مخ کړه.

ځینې وایي د ملا له سیاست سره څه کار، سیاست بېل څيز دی او ملایتوب بېل. دا خبره یې له اروپا دلته راوړې، په اروپا کې اړول شوي مسیحیت، کلیسیا او مسیحي ملایانو په رښتیا د خلکو د عقل، علم ، ژوند ، حرکت او ازادۍ دښمنان ول او اروپايي روښانفکرانو یې پرضد مبارزه وکړه او ځانونه یې د دوی له منګولو خلاص کړل؛ خو همدا شعار او ذهنیت چې په اسلامې ټولنه کې دود شي؛ نو پایله یې د اروپا اپوټه کېږي؛ یعنې ذلیلېږو، پر څټ درومو اوهېواد مو د ښکېلاکګرو منګولو ته ورولوېږي؛ نوځکه باید د چاپېریال، وخت ، ځای او شرایطو اختلاف ته په باملرنې خپل مبارزاتي شعارونه او حل لارې راوړاندې کړو.

بلخوا ملایان او عالمان له ولس سره خورا تنګې او نژدې اړیکې لري، که دوی پر مذهبي او دیني تخصصي زده کړو سربېره د اوسنۍ زمانې د غوښتنو له مخې په سیاسي پوهې ځان سنبال کړي، په ټولنه کې ډېر ژور ادلون بدلون راوړای شي؛ نوځکه هغوی چې ټولنیزه مبارزه کوی او غواړي چې له فرهنګي لارې سمونې رامنځ ته شي؛ نو له جومات، ملایانو او عالمانو سره اړیکه درلودل، د دوی ونډه او د دوی د مبارزاتي نمګړتیاوو ورپوره کونه اهم کار دی. نن د یو شمېر ملا او مدرسي له قوته ناوړه ګټنه کېږي، د دوی روحیه او استعداد د ولس ضد، هېواد ضد، اسلام ضد او د اسلام د نړیوال خوځښت پر ضد کارېږي، چې باید په خورا پیاوړي فرهنګي کار، تبلیغاتو، کتابونو او د رسنیو له لارې ددې بهير مخه ډپ کړای شي.

(( سیاسي مبارزه، نه یوازې په عمومي مانا، د انسان د ټولنیز استعداد اوچته تجلا او ځلونه ده؛ بلکې روښانفکر ته سازوونکې او ځان سازی کار هم دی. ټولنیزه مبارزه روښانفکر، عالم ، ملا، چړي، د پوهنتون او ښوونځی زدکړیالانو ته د ځانخبرۍ لوی عامل شمېرل کېږي. کوم روښانفکر چې د مطالعې د مېز تر شا او په یوه ډېرۍ کتابونو کې راګېر او یا د خپلو دوستانو او هم ټولګیو ترمنځ په ذهني تبادلې کې ځان انقلابې، سمونپالی او بدلون راوستونکی بولي او د حل لارې د الفاظو، فرضیه وو او د ایدیولوګانو د متونو له منځه غورچاڼوي، نو یوازې د سیاسي عمل د ازمېښت په بټۍ کې خپلی اندې سمولای شي او هم له لفاظي رنځوریو رغېدای شي او هم ځان ازمېیلای شي او هم خپل لیاقت، ځيرکي ، هوښیاري ، د عمل ګړندیتوب، شهامت، مېړانه ، د سرښندنې او فداکارۍ درجه، له ځانه او ماله تېرېدنه او ان خلوص، پاکي او تقوا دقیقاً ارزولای شي.

ځینې عالمان یوازې په کتابونو او مدرسې کې را ایسار وي، د پوهې کچه یې اوچته وي؛ خو د ټولنې په پرمختګ او د اسلام په بیاژواکۍ (احیاء) کې یې ونډه تر صفر اوچته نه ده؛ خو ځینې چې له علمي پلوه تر دوې په ټېټه کچه کې دي، خو په عین حال کې د خپلې زمانې په سیاسي کړنو کې ګډون لري، په ټولنه او تاریخ کې یې اغېز ډېر دی.

 تر رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم روسته له علمی پلوه حضرت ابوذر د حضرت سلمان پر وړاندې یو عامي شمېرلېږی؛ خو داچې د خپلې زمانې په سیاسي مبارزه کې یې فعالانه، پرېکونی او  نېغه ونډه درلوده؛ نو په تاریخ کې یې یو اغېز پرېښی چې حضرت سلمان چې د اصحابو په منځ کې یوه علمي او فکري څېره وه، ترې بې برخې دی.

د کمزورۍ او نهیلۍ رنځوري مو ګواښي، نهیلی مو له کمزورۍ او د دښمن له قدرت او مقاومته راولاړېږی؛ نو ددې لپاره چې خپله روحیه او ایمان پیاوړی کړو، د سترو نارینه وو ژوندلیک لوستل اړین دي ؛ لکه څنګه چې عیني معاشرت اغېز پرېباسي دغسې ذهني معاشرت هم دی. د سترو شخصیتونو د ژوند لیک مطالعه یو ذهني چار دی چې نهیلۍ مو پر هیلو او کمزوري مو پر قوت اړوي؛ نو هیله ده چې زموږ د ټولنې ګرد پوهنتوني زدکړیالان، روښانفکران، عالمان او طالب العلمان تاریخ د خپلې مطالعې یوه برخه کړي او په دې ترڅ کې د نامي انسانانو ژوند لیک هم مطالعه کړي. بلخوا فرهنګ او ایمان دوه لاملونه دي چې روح مو سازوي. په فرهنګي برخه کې دهغو اشعارو لوستل چې روح مو پیاوړی کوي، ځانخبري او مسوولیت را پر ګوتو کوي او خپلو انساني موخو ته مو رسوي خورا ړین دي او هغه اشعار چې د انسان مقام له څاروي سره انډول بولي ډډه کول ترې لازم دي او نباید پر لوست یې وخت ضایع کړو. د انقلابي ادبیاتو لوستل هم اړین چار دی. د فرانسې د ستر انقلاب، د لاتیني امریکا، د فلسطین د انقلابي ادبیاتو لوستنه د روښانفکر روحیه پیاوړی کوي. له دې ادبیاتو ګټنه کړای شو چې د خپلې ټولنې مظالم، ناخوالې ، د پردیو تېری او فساد څنګه ځوانانو او نوي کهول ته په انقلابي قالبونو کې ورڅرګند کړو.

 د ایمان نامه مو اسلام دی؛ خو کوم اسلام ؟ هغه اسلام چې زموږ د ټولنې دردونه رغولای شي، موږ ته ملي وحدت او په سیمه او نړۍ کې سرلوړي راکوي، هغه اسلام چې هيواد مو د نړۍ فرهنګي دسترخوان او نورو ته مو د لارې مشال کړي. پر دې ډول اسلام پوهېدو لپاره د اسلامي نړۍ د مشهورو او تثبیت شویو اندیالانو کتابونه لوستل سریزه ده او هم له هېوادني دیني لیکوالو مو تمه ده چې خپل قلمونه د پورته موخې لپاره وکاروي[2].

[1] [ مرحوم امیرحمزه خان شینواری، د پښتو غزل ځوان کړ او په پایله کې په لواړګي کې میشت بانډیڅي د پښتو په کچه غزل بابا شو؛ ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي ــ ته شوې د پښتوغزله ځوان زه دې بابا کړم ]

[2] ((اندیال ویبپاڼه)) هڅه کوي چې تر وسې وسې مو دا اندیزه تنده ماته کړي. دهغې ورځې پرتمه چې هېوادوال مو په، خوشحالۍ، یو له بل سره په تفاهم او سرلوړي افعانستان کې د ژوند شپې و ورځې سبا کړي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست