تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د اسلامي نړۍ حديثي ټولګې (الف) د اهل سنتو د احاديثوغوره کتابونه : ١- صحيح بخاري: ددې کتاب مؤلف “محمدبن اسماعيل بخاري” (رحمة الله علیه ) دى، چې د اهل سنتو معتبر حديثي کتاب دى .”امام بخاري” دا کتاب په شپاړسوکلو کې تاليف کړى،چې اوه  زره پینځه سوه دري شپېته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

د اسلامي نړۍ حديثي ټولګې

(الف) د اهل سنتو د احاديثوغوره کتابونه :

١- صحيح بخاري:

ددې کتاب مؤلف “محمدبن اسماعيل بخاري” (رحمة الله علیه ) دى، چې د اهل سنتو معتبر حديثي کتاب دى .”امام بخاري” دا کتاب په شپاړسوکلو کې تاليف کړى،چې اوه  زره پینځه سوه دري شپېته (٧٥٦٣) احاديث لري .

د امام بخاري (رحمة الله علیه ) لنډه پېژندنه

“محمدبن اسماعيل بن مغيره بن احنف جعفي”،چې په “امام بخاري” مشهور دى،کنيه يې “ابوعبدالله” دى او د”شوال” پر اولسم ١٩٤ س زېږېدلى دى .

د “امام بخاري” د احاديثو کتاب په “صحيح بخاري” مشهور دى او د اهل سنتو له “صحاح سته وو” ځنې دى،چې ورته تر قرآن وروسته صحيح کتاب  ويل کېږي .

 “امام بخاري” خپل کتاب ته د “الجامع الصحيح المسند من حديث رسول الله وسننه وايامه” نوم  غوره کړى؛خو په خلکو کې په “صحيح بخاري” مشهور دى .

د”امام بخاري” کتاب اوه زره پینځه سوه دري شپيته ( ٧٥٦٣) حديثونه  لري،بې تکراره پکې دوه زره شپږسوه دوه ( ٢٦٠٢) ا حاديث دي،چې له شپږسوو زرو ( ٦٠٠٠٠٠)  احاديثو يې را اېستي دي .

“امام بخاري” ډېر شاګردان درلودل؛لکه “مسلم بن حجاج” د”صحيح مسلم”  خاوند،”ابوعبدالرحمان النسائي” ‎‎ د”سنن نسائي” خاوند، “ابوعيسى ترمذي” د “سنن ترمذي” خاوند،”ابن قتيبه”،”ابوزرعه الرازي”،”ابوحاتم الرازيان”  او نور….

د “امام بخاري” نورو آثارو؛لکه “الادب المفرد” ، “الاسماو الکني”، “تاريخ صغير”،”تاريخ اوسط”،”تاريخ کبير”،”ثلاثيات بخاري” او”السنن” ته   اشاره کړاى شو.

“امام بخاري” د کمکي اختر پر شپه پر ٢٥٦س “سمر قند” ته نږدې د”خرتنګ” په کلي کې وفات شو.

“صحيح مسلم”

  ددې کتاب مؤلف “مسلم بن حجاج نيشابوري” (رحمة الله عليه) دى،چې اهل سنتو ته  تر “صحيح بخاري” وروسته معتبر کتاب دى،چې د دولس زرو(١٢٠٠٠) احاديثو ټولګه ده .

د امام مسلم (رح) لنډه پېژندنه

“مسلم بن حجاج بن مسلم القشيري نيشابوري” (رحمة الله عليه) پر ٢٠٤س په “نيشابور”کې وزيږېد،کنيه  يې “ابوالحسن” او لقب يې “امام الحافظ” و . د امام مسلم له آثارو مشهور کتاب “صحيح مسلم” دى، چې تر”صحيح بخاري” وروسته د اهل سنتو په “صحاح سته وو” کې معتبر کتاب ګڼل کېږي .

“امام مسلم” خپل کتاب ،چې دولس زره (١٢٠٠٠) احاديث لري، د پینځه ويشت کلوپه موده کې وليکه .

 د کتاب ځانګړنې يې دادي : ښه اوډون شوی او بې له نېمګړتيا او زياتوالي لنډ شوي او احاديث يې په څلورو واسطو له “رسول الله” روايت کړي دي او د راويانوله پلوه احاديث يې د ډاډ وړ دي .

د “مسلم” نورو آثارو؛لکه “المسندالکبير”،”الجامع”،”الکني والاسماء”، “اوهام المحدثين” او”طبقات التابعين” ته  اشاره کړاى شو .

“مسلم بن حجاج” پر ٢٦١س  د “رجب” پر پینځه ويشتمه په “نيشابور”کې وفات شو.

“جامع ترمذي”

چې په”صحيح ياسنن ترمذي” مشهور دى . ددې کتاب مؤلف “محمدبن عيسى ترمذي” دى،چې له علماوو او فقهاوو يې پکې د احکامو اوغېر احکامو احاديث راغونډکړي دي .

د امام ترمذي (رح) لنډه پېژندنه

نوم يې “محمدبن عيسى بن سوره بن موسى السلمي الترمذي” دى،چې په ٢٠٩س کې په “ترمذ” کې زېږېدلى.

 “ترمذي”،چې په کومه پېړۍ کې ژوند کاوه،د احاديثو د علم د پرمختګ پېړۍ وه،چې په پايله کې “ترمذي” له ډېرو پوهانو د حديث علم زده کړ او له هغو يې روايتونه وکړل،چې د “امام بخاري” شاګردي يې هم  کړې ده او له “بخاري” او”مسلم بن حجاج” دواړو يې احاديث روايت کړي دي .

د “ترمذي” له آثارو : د”الجامع الکبير” کتاب دى،چې په “صحيح ترمذي” يا”سنن ترمذي”مشهور دى او نور کتابونه يې”الشمائل النبويه”،”التاريخ”او”العلل”دي .

“ترمذي” د عمر په پاى کې پر سترګو ړوند شو او پر ٢٧٩س  په “ترمذ” کې ومړ .

سنن ابوداود

مؤلف يې “سليمان بن اشعث” دى،چې پر “ابوداودسجستاني” مشهور دى،دا کتاب څلورزره اته سوه ( ٤٨٠٠) احاديث لري،چې ډېرى يې فقهي دي .

د امام ابوداود (رح) لنډه پېژندنه

نوم يې “سليمان بن اشعث بن اسحاق بن بشير بن شداد بن عمران السجستاني الازدى” دى،چې په اصل کې د”سيستان” دى او پر ٢٠٢ س کې زېږېدلى دى . “ابوداود” په احاديثو کې د خپلې زمانې له مخکښانو و، چې “ابوعبدالله نسائي” [ د سنن نسائي ليکوال ]  او ډېرو ترې  روايتونه کړي دي .

د “ابوداود” له  آثارو د احاديثو کتاب دى،چې په “سنن ابي داود”مشهور دى،چې د اهل سنتوله “صحاح سته و” دى .

“ابوداود” په خپل  کتاب کې څلورزره اته سوه ( ٤٨٠٠) احاديث راټول کړي،چې له پينځو سوو زرو( ٥٠٠٠٠٠) احاديثو يې چوڼلي او هغه احاديث يې راوړي،چې فقهاوو پرې استدلال کړى او فقهي احکام پرې ولاړ  دي . د “ابوداود” له نورو آثارو “المراسيل” او”کتاب الزهد” ته اشاره کړاى شو . “ابوداود” پر ٢٧٥س  په “بصره” کې وفات شو.

سنن نسائي

مؤلف يې “ابوعبدالرحمان احمدبن علي بن شعيب نسائي” دى،چې د احاديثوله پلوه د”سنن ابي داود”او”صحيح ترمذي” سره ډېر نږدې دى .

د امام نسائي (رح) لنډه پېژندنه

نوم يې “احمدبن علي بن شعيب” او  په “شيخ الاسلام” مشهور دى، کنيه يې  “ابوعبدالرحمان” دى اوپر ٢٢٥ س د “خراسان” په “نسا” کې پيداشوى بيا “مصر” ته تللى او هلته اوسېدلى او په فقه او حديث کې د زمانې  له مخکښانو و.

ويل شوي چې : (( د”دمشق” پر لور په سفرکې “نسائي”  د حضرت “علي” (ک) او “معاويه” بن ابي سفيان په هکله وپوښتل شول،هغه حضرت “علي” (ک)  پر”معاويه” بن ابي سفيان غوره وباله،چې په پايله کې معتصبينو  له جوماته دباندې  وغورځاوه او له دمشقه ووت .))

د “نسائي” له آثارو د هغه د احاديثو کتاب دى،چې په “سنن نسائي” مشهورشوى او “المجتبى” هم ورته  وايي .

د “نسائي” له نورو آثارو “خصائص اميرالمؤمنين علي” ، “مسندعلي”،”مسند مالک” ، “الضعفاء” او”المترکين” ته اشاره کړاى شو .

“نسائي” د خپل عمرپه پاى کې مکې ته ولاړ او پر ٣٠٣س  هملته ومړ.

سنن ابن ماجه

مؤلف يې “محمد بن يزيد بن ماجه قزويني” دى،چې احاديث يې د فقهي مسائلو پر بنسټ اوډون شوي او څلور زره درې سوه يوڅلوېښت (٤٣٤١) احاديث لري .

د امام ابن ماجه (رح) لنډه پېژندنه

نوم يې “ابوعبدالله محمد بن يزيد ماجه قزويني” دى،چې پر ٢٠٩س  د “ايران” په “قزوين” کې زېږېدلى دى .

د “ابن ماجه” له آثارو ځنې د احاديثو مشهور کتاب “سنن ابن ماجه” دى، چې د اهل سنتوله “صحاح سته وو” څخه دى .

 کتاب يې په “فقه” کې د اوډون له پلوه غښتلى دى او کوم احاديث يې، چې راوړي،د فقهي مسائلو له مخې يې ترتيب کړي او تکراري حديث پکې نه  ليدل کېږي او له نوروځانګړنو يې  ښه ترتيب اوباب بندي  ده .

“ابن ماجه” په خپل کتاب کې څلور زره درې سوه يوڅلوېښت ( ٤٣٤١)  حديثونه  نقل کړي،چې درې زره دوه ( ٣٠٠٢)  حديث يې په نورو  “صحاحو”کې راغلي او يو زر درې سوه نهه دېرش (١٣٣٩)حديثونه  په نورو صحاحو کې نه دي راغلي .

د “ابن ماجه”  له نورو آثارو د “تفسيرالقرآن” او”تاريخ قزوين” نومونه يادولاى شو. “ابن ماجه” پر ٢٧٣ س  وفات شو.

سنن دارمي

مؤلف يې “عبدالله بن عبدالرحمان بن فضل بن بهرام بن عبدالصمد” دى، چې کتاب يې پر “الجامع الصحيح” مشهور دى .

الموطا

مؤلف يې “مالک بن انس بن مالک اصبحي حميري” دى،کنيه  يې “ابوعبدالله”  او د “اهل سنت او جماعت” له څلورو امامانو دى .”امام مالک” دا کتاب د عباسي خليفه؛”منصور”په غوښتنه ليکلى دى .

د امام احمد بن حنبل (رح) مسند

 مؤلف يې “ابوعبدالله احمدبن محمدبن حنبل شيباني” دى او د “اهل سنت او جماعت” له مخکښانو دى او په “مسند” کتاب کې يې دېرش زره احاديث دي .

د اماميه شيعه وو د احاديثو غوره  کتابونه

اصول کافي

د “محمد بن يعقوب کليني رازي” تاليف دى،چې د خپل عمر وروستي  شل کاله يې په “بغداد”کې تېر کړل اوهماغلته ومړ او دا کتاب يې په “بغداد” کې وليکه . هغه ړومبى امامي محدث دى،چې د ديني رواياتو په راټولولو،نظم ،ترتيب او تبويب يې پيل وکړ.

 کتاب يې تقريبا شپاړلس زره حديث لري،چې د”شيعه وو” معتبر حديثي کتاب ګڼل کېږي  او درې برخي لري : د “عقايدو اصول”،”فقهي احکام” او “خطبې او موعظې”،چې د”الروضة” په نامه يادېږي .

د شيخ  کليني لنډه پېژندنه

کليني د اماميه شيعه وو يو  فقهي شخصيت دى،چې د “ايران” په “رى” کې زېږېدلى  او ډېر عمر يې په “بغداد” کې تېر کړى او په “فقه” او”حديث” کې ترې آثار پاتې دي .

٢-من لايحضره الفقيه

 مؤلف يې “ابوجعفرمحمدبن علي بن بابويه قُمي” دى،چې په “شيخ صدوق” مشهور دى . دغه کتاب پينځه زره نهه سوه شل ( ٥٩٢٠) حديثونه  لري،چې د “محمد بن زکريا” د کتاب “من لايحضره الطبيب” په سياق يې ليکلى دى .

د شيخ صدوق لنډه پېژندنه

“شيخ صدوق” د شيعه مذهب له سترو پوهانو څخه دى ،چې پر٣٠٦س په قُم کې زېږېدلى او پر”شيخ صدوق” مشهور دى . په “رى” او “خراسان” کې ا وسېدلى او پر ٣٨١ س په “رۍ” کې وفات شو. په اسلامي علومو،تاريخ او شعر کې ترې تقريباً درې سوه (٣٠٠) کتابونه پاتې دي .

تهذيب الاحکام

 مؤلف يې “محمد بن حسن طوسي” دى،چې په “شيخ طائفه” مشهور دى؛ هغه د شيعه فقهاوو رئيس دى او د ډېرو اسلامي علوموپه هکله يې معلومات درلودل، کتاب يې ديارلس زره پينځه سوه نوي ( ١٣٥٩٠)  حديثونه  لري .

د شيخ طوسي لنډه پېژندنه

“شيخ طوسي” د اماميه شيعه وو فقيه او ليکوال  دى،پر ٣٨٥ س کال زيږېدلى  او له خراسانه “بغداد” ته ولاړ،چې هلته څلوېښت کاله پاتې شو او بيا “نجف” ته ولاړ او پر ٤٦٠ س کې په “نجف” کې ومړ.

استبصار

 مؤلف يې هم  “ابوجعفرمحمدبن حسن طوسي” دى  او پينځه زره پينځه سوه يوولس (   ٥٥١١) احاديث لري .

 بحارالانوار

مؤلف يې “محمد بن باقربن محمد تقي مجلسي” دى،چې په خپله زمانه کې د فقې او تفسير ستر عالم و او د “شيخ بهايي” شاګردي يې هم کړې ده .”مجلسي”په خپل کتاب کې په نورو کتابوکې خپاره واره احاديث راغونډ کړل . په کتاب کې يې اعتقادي،تاريخي،د انبياوو او امامانو قيصې او بېل بېل فقهي بابونه شته .

د شيخ مجلسي لنډه پېژندنه

“شيخ مجلسي” د اماميه شيعه وو له پوهانو دى،چې پر١٠٣٧ س په “اصفهان” کې زېږېدلى د احاديثو ډېره برخه يې په “فارسي” ژباړل شوې او په اسلامي علومو او تاريخ کې ترې ډېر آثار پاتې دي .

وافي

مؤلف يې “محمد بن مرتضى” دى،چې په “ملامحسن فيض کاشاني” مشهور دى او په يوولسمه هجري قمري پېړۍ کې د اماميه وو له سترو پوهانو څخه و.

 کتاب يې د “کافي”، “من لايحضره الفقيه”،”تهذيب” او”استبصار” د کتابو ټولګه ده.همداراز ددې کتابونو خپاره واره احاديث يې راټول کړي، په دې توپير،چې تکراري احاديث يې چاڼ کړي دي .

د ملامحسن فيض کاشاني لنډه پېژندنه

“ملامحسن فيض کاشاني” په يوولسمه هجرى پېړۍ کې د اماميه وو له سترو علماوو څخه دى،په فقه،حديث،تفسير او فلسفه کې د نظر خاوند دى او تر اتياو( ٨٠) پورې کتابونه يې تاليف کړي ،”ملا محسن” پر١٠٩١ س په “کاشان” کې ومړ.

وسايل الشيعه

  مؤلف يې “محمدبن حسن شامي” دى،چې په “حُر عاملي” مشهور دى ده په خپل کتاب کې هغه احاديث راټول کړي،چې په څلورمه هجري قمري پېړۍ کې د شيعه و د احاديثوپه کتابو کې راغلي او روايتونه يې پرې ورزيات کړل او د فقهي مسايلو له مخې يې اوډلي دي .

د حر عاملي لنډه پېژندنه

“حر عاملي” د شيعه مذهب فقيه او تاريخپوه دى،چې پر ١٠٣٣ س  په “لبنان” کې زېږېدلى او”عراق” او “خراسان” ته يې سفرونه کړي او د عمر تر پايه په “خراسان” کې پاتې شو .

حدیث او روایت

د رسول الله (ص) یا امامانو د خبرو نقل،جمع، ثبت،قرایت او د استماع فن ته د حدیث فن وايي. د حدیث فن هم لکه د تفسیر په شان د شیعه او سني په دوه برخو ویشل کېږي.

لومړی خو دا چې مسلمانانو په دیني امورو کې د احادیثو زده کړې، جمع اورۍ او نقل ته اړتیا درلوده، دویم دا چې د سني او شیعه د څرګند او غوڅ روایت له مخې رسول الله (ص) خلک مکررا دې ته تشویقول څه چې له ما اورﺉ؛نو هغه ثبت کړﺉ او هغه راتلوونکیو ته نقل کړﺉ. له دې مخې د صدر اسلام مسلمانانو د نبوي احادیثو له ثبت او نقل سره شدیده علاقه درلوده. تر دې وروسته،چې اسلامي نړۍ ته مختلف ملتونه راننوتل او اسلام په دې ملتونو کې خپور شو؛نو هغه صحابه کرام ،چې د رسول الله (ص) خبرې یې اورېدلې وې او د انحضرت (ص) خبرې او ځینې پېښې یې ورته لږ څه په یادې وې؛نو له دې مخې صحابه کرامو په مسلمانانو کې خورا اهمیت پیدا کړ او ډېر په درنه ورته لیدل کېدل.

هغه کسان، چې د احادیثو له استماع سره یې ډېره مینه و؛نو دوی به له یو ښار څخه بل ته تلل،ترڅو له صحابه کرامو او تابعینو څخه دا احادیث واوري. یو کس به د یو حدیث د سموالي او تحقیق لپاره او دا چې له یو معتبر راوي څخه یې واوري؛نو ددې کار لپاره به له ډېر لرو ځایونو څخه دې راوي ته ورتله.

جرجي زیدان وايي : همدا چې مسلمانان په دې لټه کې شول،چې د قرآن په ماناګانو ځان پوه کړي؛نو په دې برخه کې یې د رسول الله (ص) د خبرو ماناګانو ته هم اړتیا پیدا کړه،ترڅو د احادیثو د مانا د پوهېدو له لارې د قرآن په ماناګانو لا ښه پوه شي. البته نبوي احادیث له صحابه وو( کرامو) څخه روایت کېدل؛ځکه څه چې دوی له رسول الله (ص) اورېدلي وه، هغه یې حفظ کړي وه او مسلمانانو هم د حدیثو د پوهېدانې لپاره صحابه وو( کرامو) ته ورتلل. دا چې مسلمانان د هېوادونو په نیولو کې بوخت شول او صحابه کرام،چې د مهاجرینو مشران وه؛نو په مختلفو هېودونو کې خپاره شول. له دې مخې چا چې غوښتل نبوي احادیث زده کړي؛نو په دې مختلفو هېوادونو کې به په صحابه وو (کرامو) پسې ګرځېدل او داسې احادیث هم پکې وه،چې هغه به یوازې یو صحابي له رسول الله (ص) څخه اورېدلی و او بل څوک به پرې نه پوهېدل ، له دې مخې چا چې غوښتل،احادیث جمع اوري او زده کړي؛نو له ناچارۍ به مکې،مدینې، بصرې، کوفې، مصر او نورو ښارونو ته تله او په هر ځای کې به یې د حدیث علم زده کاوه. دا هماغه دي،چې مسلمانان ورته د علم په زده کړه کې ((رحله)) وايي.( ترجمه تاریخ تمدن اسلام جلد ۳/ صفحه ۹۷)

د نبوي احادیثو له نقل،ثبت او استماع سره د مسلمانانو مینه او علاقه هماغه د انحضرت (ص) له وخت څخه شروع شوه.

په کوم وخت کې،چې د یو څیز تقاضا ډېره شي؛نو ورسره په څنګ تقلبي یا جعلي څیزونه هم بازار ته راوځي. ځینو ضعیف الایمانه خلکو هم د رسول الله (ص) په وخت کې له انحضرت (ص) څخه داسې احادیث رانقل او روایت کړل ،چې هیڅ بنسټ یې نه درلود او خپله رسول الله (ص) هم دا احادیث دروغجن وګڼل. په یوه عمومي خطبه کې رسول الله (ص) وویل،چې دروغجنان او وضاعین راپیدا شوي.

دا چې انحضرت په دې اړه یو اصیل معیار معرفي کړي؛نو قرآن کریم يې په ځان پورې د منقوله او منسوبه احادیثو د صحت او سقم اصیلي معیار وټاکه.

په دې،چې هم په عامو خلکو کې او هم د اهل بیتو په پیروانانو کې د احادیثو د اورېدنې، ثبت او نقل علاقه موجوده ؛خو بیا هم په لومړۍ هجري پېړۍ کې د عامو خلکو او د اهل بیتو د پیروانو ترمنځ یو اساسي توپیر موجود و او هغه دا چې عامو خلکو د ددویم خلیفه او ځینې صحابه کرامو له حکم څخه د پیروی له مخې د لومړۍ هجري پېړۍ په موده کې د احادیثو لیکل او کتابت په دې عذرمکروه ګڼل،چې ګواکې احادیث له قرآن سره مشتبه نشي او یا دا چې حدیث ته اهتمام ، قرآن ته د اهتمام ځای و نه نیسي.(یعنې هسې نه چې خلک د قرآن په ځای احادیثو ته مخه کړي)

خو د اهل بیتو پیروانانو له هماغه صدر اول څخه لکه څرنګه،چې یې د احادیثو استماع،ثبت او نقل ته اهمیت ورکاوه؛نو په هماغه ډول یې د احادیثو کتابت ته هم پاملرنه او اهتمام کاوه. عام خلک د دوېمې هجري پېړۍ په لومړیو کې په خپله تېروتنه پوه شول او په دې برخه کې ،چې دویم خلیفه (رض) کوم خنډ رامنځ ته کړی و؛نو د اموي خلیفه عمربن عبدالعزیز له خوا مات شو. همدا و،چې تشیع تر اهل تسنن یوه پېړۍ مخکې د حدیث په کتابت او تدوین لاس پورې کړی او په دې برخه کې ترې مخکې دي. ستر عالم سید حسن صدر په خپل کتاب (( تاسیس الشیعه)) کې له صحیح مسلم او د ابن حجر عسقلاني له فتح الباري څخه داسې نقلوي:

صحابه وو د احادیثو په لیکلو کې اختلاف نظر درلود،(حضرت) عمربن الخطاب،(حضرت ) عبدالله بن مسعود،(حضرت) ابوسعید خدري (رضي الله عنهم) او ځینې نورو دا کار مکروه ګڼه؛خو (حضرت) علي، (حضرت) انس بن مالک او نورو ددې پرخلاف نظر درلود؛ نو له دې مخې د (حضرت) عمر د پیروانانو پرخلاف د (حضرت) علي پیروانانو په صدر اسلام کې د احادیثو په لیکلو پیل وکړ،تر دې،چې په دویمه پېړۍ کې د (حضرت) عمر د نظر په ضد اجتماع وشوه.( تأسيس الشيعة ، صفحه . 284)

د شیعه وو دوه حدیثي کتابونه دي،چې لومړنی یې خپله د حضرت علي په خط لیکل شوی دی،چې له امامانو سره به و او امامانو به کله نا کله له دې کتاب څخه نورو ته احادیث نقلول،چې د علي په کتاب کې داسې راغلي دي، بل کتاب د فاطمې بي بي د مصحف په نامه دی.

که له دې دواړو کتابونو څخه تېر شو؛نو لومړی حدیثي کتاب د رسول الله (ص) د آزاد شوي غلام حضرت ابو رافع کتاب دی،چې د سننو،احکامو او قضایاوو په اړه یې لیکلی دی. حضرت ابو رافع بو قبطي غلام دی،چې بیا رسول الله (ص) آزاد کړ. نوموړی او د هغه دوه زامن عبیدالله او علي د حضرت علي له پیروانانو څخه شمېرل کېږي. د حضرت علي د خلافت په وخت کې د عبیدالله بن ابی رافع نوم د حضرت علي د کاتب یا خزانه په توګه ډېر په کتابونو کې اخستل کېږي. شیعه علما لکه نجاشي په الفهرست کې هغه د شیعه لومړنی مصنف ګڼي.( تأسيس الشيعه ، صفحه . 280)

تر حضرت سلمان وروسته د حضرت ابوذر غفاري او حضرت اصبغ بن نباته او نورو نومونه اخستل کېږي. حضرت سلیم بن قیس هم یو تالیف لري،چې نوموړی د حضرت علي له پیروانانو څخه و.( تأسيس الشيعه ، صفحه . 280)

په بله طبقه کې، ((صحیفیه سجادیه)) د شیعه وو بل کتاب دی،چې طبقه په طبقه روایت شوی دی. امام سجاد د لومړۍ پېړۍ په وروستیو کې مړ شوی دی او دا تلپاتی اثر،چې د آل محمد (ص) د زیور په نامه مشهور دی،د لومړۍ هجري پېړۍ په دویمه نیمه (پنځوسیزه) کې د مکتوب په بڼه شوې او لاس په لاس نقل او روایت شوی دی. د لومړۍ هجري پېړۍ په دویمه نیمه (پنځوسیزه) کې امام باقر او امام صادق وه،چې په دې وخت کې شیعه وو ته تر یوه حده پورې آزادي وه؛نو دا دوره د احادیثو د روایت،ثبت او کتابت تر ټولو لوړه دوره ده، دلته د څلور زره کسانو نومونه اخستل کېږي،چې چې امام صادق څخه بې ګټه اخستله. د امام صادق او امام کاظم اصحابو څلور سوه حدیثي کتابونه لیکلي دي ،چې په ((اصول اربعماه)) مشهور دي. ددې کتابونو مولفان له مختلفو ملیتونو څخه وه. په بله دوره کې د درېمې هجري پېړۍ په پای کې او د څلورمې پېړۍ په پیل کې د احادیثو جوامع تالیف رایج شول. په شیعه او سني کې،چې نن د کوم حدیثي کتابونه دي؛نو دا هماغه جوامع دي. په دې دوره کې هم اسلام ته ایرانیانو خپل نبوغ، اخلاص او صمیمیت وروړاندې کړل. دا څرګنده ده،چې دلته موږ د ټولو هغو ایرانیانو نومونه نشو را اخستلای،چې د اهل حدیثو په مختلفو طبقو کې وه؛ځکه دا کار به د څوجلده کتاب لیکلو ته اړتیا ولري. موږ دلته یوازې د سني او شیعه د معروفترینو او معتبرترینو کتابونو نومونه اخلو،ترڅو معلوم شي،چې د سني او شیعه د احادیثو اکثریت لیکوونکي ایرانیان وه. خپل بحث د شیعه وو له جوامعو څخه پیل کوو.

 ۱- کافي

دا کتاب ثقةالاسلام ، شيخ المحدثين ، ابوجعفر محمد بن يعقوب‏ كليني رازي لیکلی دی. نوموړی د تهران ښار ته څېرمه د رۍ په کلي کې زېږېدلی دی. په هغه وخت کې د ده خاندان په دې کلي د شیعه وو محدثین وه. پلار یې یعقوب او ماما یې علان هم په همدې کلي کې اوسېدل.کلیني په کوچنیتوب کې احادیث زده کړل.

 ۲- من لايحضره الفقيه

دا کتاب رئيس المحدثين ابوجعفر محمد بن علی بن‏ بابويه قمي تالیف کړي،چې په صدوق مشهور دی. نوموړی او د ده پلار د شیعه له سترو علماوو څخه دي او په شیعه کې صدوق یو مشهور خاندان دی. صدوق نږدې درې سوه تالیف او تصنیف لري. ((من لايحضره الفقيه)) ،چې د (( فقې د پخپله زده کوونې)) په مانا دی؛نو دا نوم یې د محمد بن زکریای رازي د کتاب ((من لايحضره الطبيب)) څخه اقتباس کړی،چې د طب د پخپله زده کوونې په مانا دی. د ((من لايحضره الفقيه)) کتاب پینځه زره نهه سوه او شل احادیث لري. شیخ صدوق هم حدیثي رحله درلوده او په ځوانې کې بغداد ته تللی دی، سترو مشایخو ترې ګټه اخستې ده او ده ته به یې د اعجاب او تحسین په سترګه کتل. شیخ صدوق د احادیثو د نورو رجالو د لیدنې لپاره د نیشاپور، طوس، سرخس،مرو، بخارا او فرغانه ښارونو ته هم سفرونه کړي دي. د ((من لايحضره الفقيه)) په مقدمه کې یې دې سفرونو ته اشاره شوی کړې ده. شیخ صدوق په ۳۸۱ هجري کې مړی شوی دی او د رۍ ښار د حضرت شاه عبدالعظیم له زیارت سره نږدې خښ دی.

 ۳- تهذیب الاحکام

دا کتاب ابوجعفر محمدبن الحسن الطوسي‏ لیکلی دی، مخکې مو د مفسرینو په برخه کې ددې نوم واخست. دا په اکثره علومو لکه، ادبیاتو، کلام، تفسیر،فقه، حدیث او رجال کې برلاسی او په لومړۍ درجه کې و. لومړنی کس دی،چې د مبسوط کتاب په لیکلو یې فقه نوې مرحلې ته ننه ایسته. شیخ طوسي دیارلس زره پینځه سوه او نوي احادیث د تهذیب الاحکام په کتاب کې راټول کړي دي.

 ۴- استبصار

دا کتاب ابو جعفر طوسي لیکلی دی. دا کتاب پینځه زره پینځه سوه او یوولس احادیث لري. شیخ طوسي په ۴۶۰ هجري کې مړ شوی دی.

څلور پورتني کتابونه په شیعه وو کې په (( کتب اربعه )) مشهور دي او د شیعه وو معتبرترین کتابونه شمېرل کېږي. ددې کتابونو مولفین،چې درې یې پکې د محمد نوم لري او درې واړه کنیه ابوجعفر ده؛نو په (( محمدین ثلثه متقدم)) مشهور دي. تر دې څلورو کتابونو وروسته د احادیثو درې نور جامع کتابونه دي،چې عبارت دي له :

 ۱- بحارالانوار

دا کتاب شيخ‏الاسلام ، علامة المحدثين محمد باقر بن محمد تقی‏ مجلسی لیکلی دی. دا کتاب د احادیثو جامعترین کتاب دی، څه چې په نورو کتابونو کې په متفرق ډول و،په دې کتاب کې ټول یوځای راغلي دي. د مولف هدف دا و،چې د حدیثي کتابونو له منځه تلنې څخه مخنیوی وشي؛نو صحیح او سقیم پکې په یوځای ذکر شوي دي، مجلسي په ۱۱۱۱ هجري کې مړ شوی دی.

 ۲- وافي

دا کتاب ، مشهورحكيم ،عارف او محدث، محمد بن المرتضی لیکلی ،چې په ملا محسن فيض كاشانی مشهور دی.

دا کتاب د اربعه کتابونو،جامع دی،چې مکررات یې ترې حذف کړي دي. مرحوم فیضاني کاشاني په مختلفو رشتو کې نږدې دوه سوه تالیفات لري، په ۱۱۹۱ هجري کې مړ شوی دی.

 ۳- وسایل الشیعه

 دا کتاب متبحر محدث، محمدبن الحسن الشامی لیکلی دی،چې په شیخ حر عاملي مشهور دی. په دې کتاب کې د فقهي مراجعې اړخ ته ډېر پاملرنه شوې ده. په دې کې هڅه شوې،چې د بابونو ترتیب او تکثیر له هغو مسایلو سره متناسب وي ،چې په فقه کې عنوان کېږي؛نو له دې مخې یې احادیث برخې برخې کړي او هره برخه یې پخپله اړونده ځای کې راوړې ده. شیخ حر عاملي د مجلسي معاصر دي. دې دوو ستروو محدثینو یو له بل څخه روایت کړي دي. شیخ حر عاملي په ۱۱۰۴ هجري کې په مشهد کې مړ شوی دی او قبر یې د امام رضا زیارت په شمالي انګړ کې دی.

ددې درې کتابونو لیکوالان،چې د پخوانیو درې لیکوالانو په شان د محمد نوم لري؛نو په (( محمدین ثلثه متاخر)) مشهور دي.

که له دې اوو جامعو کتابونو څخه تېر شو؛نو له څو نورو جامعو سره مخ کېږو،چې باارزښته او با اهمیته دي، لکه د عبدالله بن نورالله بحریني د عوالم کتاب، د سیدعبدالله شبر د جامع الاحکام کتاب او د حاجي میرزا حسین نوري د مستدرک الوسایل کتاب .دا کتاب،چې له لیکنې څخه یې یوه پېړۍ تېره شوی؛خورا مشهوره شوی دی.

لکه څرنګه،چې معلوم شو، د شیعه له شپږو سترو محدیثینو څخه پینځه کسان یې ایرانیان او یو یې (جبل عاملي) شامي دی او له درې نورو محدثینو څخه هم یو یې ایرانی دی.

راځو د اهل سنتو احادیثو ته. په اهل سنتو کې عبدالمالک بن جریح لومړی کس دی،چې احادیث یې تدوین کړل او په دویمه هجري پېړۍ کې اوسېده. عبدالمالک بن جریح عرب نه دی او ظاهراً ایرانی هم نه دی، دا کس په ۱۴۴ هجري کې مړی شوی دی. د اهل سنتو لومړی حدیثي جامع د حضرت انس بن مالک ((موطا)) ده،چې اوس هم شته دی. حضرت مالک عرب او عرب نژاده دی او د اهل سنتو له څلورګونو امامانو ځنې دی. د اهل سنتو په حدیثي کتابونو کې شپږ کتابونه دي،چې په صحاح سته مشهور دي، دا چې د اهل سنتود حدیثي کتابونو په تدوین کې مو د مسلمان ایرانیانو د شرکت په اړه یو معیار ورکړی وي؛نو کتابونه یې له مولفینو سره یوځای را اخلو:

 ۱- صحیح بخاري

ددې کتاب مولف محمد بن اسماعیل بخاري دی.دا کتاب په اهل سنتو کې د احادیثو معتبرترین کتاب شمېرل کېږي. بخاري دا کتاب په شپاړسو کلونو کلې لیکلی دی. په (( وفیات الاعیان جلد 3 صفحه . 330)) کې د ابن خلکان او په ((الکني والالقاب)) کې د محدث قمي په نقل ، بخاري ویلي دي، په دې کې کتاب کې مې،چې هې هر حدیث لیکه؛نو د هر حدیث تر لیکلو مخکې مې غسل کاوه او دوه رکعته لمونځ مې کاوه.

د بخاري د نیرومندې حافظې په اړه ډېر خبرې راغلي دي. بخاري په اصل کې د بخارا دی او د حدیث د زده کړې لپاره د خراسان، عجم عراق، عرب عراق، حجاز،مصر او شام ته سفرونه کړي دي او په پای کې بغداد ته راغی،چې د اهل فضل د پام وړ وګرځېد، په ۲۵۶ هجري کې د سمرقند په یو کلي خرتنګ کې مړ شو.

 ۲- صحیح مسلم

ددې کتاب مولف مسلم بن حجاج نیشاپوري دی. تر صحیح بخاري وروسته په اهل سنتو کې معتبرترین حدیثي کتاب دی. ځینې یې تر صحیح بخاري غوره ګڼي. د حدیث د علم د زده کړې لپاره مسلم عراق،حجاز،مصر او شام ته سفرونه وکړل او څه موده په نیشاپور کې د بخاري ملازم و. په ۲۶۱ هجري کې د ایران د نیشاپور په نصرآباد کې مړ شو.

 ۳- سنن ابوداود

ددې کتاب مولف سلیمان بن اشعث دی،چې په ابوداود سجستاني مشهور دی. نوموړی د سیستان دی او د حدیثو د زده کړې لپاره یې مختلفو ښارونو ته سفرونه کړي دي. د احمد بن حنبل معاصر دی،یعنې ورسره په یو وخت کې اوسېده. ابوداود ظاهراً یو ایرانی عرب نژاده دی،په ۲۷۵ هجري کې مړی شوی دی.

 ۴- جامع ترمذي

ددې کتاب مولف محمد بن عیسی ترمذي دی،چې د بخاري له شاګردانو ځنې دی او د ماورالنهر د ترمذ په ښار کې په ۲۷۹ هجري کې مړ شوی دی.

 ۵- سنن نسايي

ددې کتاب مولف ابوعبدالرحمن احمد بن علی بن شعيب نسایی دی. د حدیث زده کړې لپاره یې مختلفو ښارونو ته سفرونه کړي دي،چې په دې ترڅ کې شام ته راورسید،ویې لیدل،چې ددې ځای خلک د حضرت علي په اړه په کږه روان دي؛نو په دې اړه یې د حضرت علي د فضایلو په اړه د ((خصایص)) کتاب ولیکه،په دې کتاب کې بې له احمدبن حنبل څخه روایتونه کړي دي. عادت یې دا و،چې یو ورځ پس به روژه و. ابن خلکان لیکي : په دمشق کې ترې د معاویه د فضایلو په اړه پوښتنه وشوه، د یو روایت له مخې یې ځواب ورکړ: د معاویه د فضیلت په اړه یوازې دومره پوهېږم،چې رسول الله(ص) یې په اړه وویل:(( خدای دې ګېډه مړه کړي.)) [ کله به هم ،چې انحضرت(ص) په معاویه پسې څوک لېږه، لېږل شوي به ویل،چې هغه په خوړو بوخت و]

د شام خلکو ولیدل،چې نسايي،ضد اموي دی او شیعه ته تمایل لري؛نو ښه سم یې وواهه؛چې له همدې کبله مړ هم شو. وايي دا چې احساس یې کړل،چې مري؛نو مکې ته ولاړ او هلته مړ شو. نسايي د خراسان اوسېدوونکی دی او په ۳۰۳۰ هجري کې مړ شوی دی.

 ۶- سنن ابن ماجه

ددې کتاب مولف محمد بن یزید بن ماجه قزویني دی. (قزوین د تهران د شمال په کې پروت دی) د حدیث زده کړې ته عراق،حجاز،شام او مصر ته ولاړ او په ۲۷۳ هجري کې مړ شوی دی.

لکه څرنګه،چې مو ولیدل د شیعه وو د ((کتب اربعه)) مولفان هم ایرانیان وه؛نو همداشان د اهلسنتو د ((صحاح سته)) مولفان هم ایرانیان دي،چې هم پکې ایراني نژاده ایرانیان دي او هم پکې عرب نژاده ایرانیان دي.

د ((صحاح سته)) له مولفینو سربېره د اهلسنتو د محدثینو په معاریفو او مشاهیرو کې ،چې په حافظ مشهور دي؛نو په دې کې هم ډېری ایراني علماء تر سترګو کېږي،چې دلته د بحث د اوږدېدو له کبله د نومونو له اخستو څخه یې ډډه کوو.

لیکوال : شهید مطهری

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!