بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه قرآني زده کړې د الله د ياد او شكر حقيقت او ځانګړنې يې فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلَا تَكْفُرُونِ ﴿بقره/۱۵۲﴾ = نو ياد مې كړئ، چې ياد مو كړم! او شكر مې وباسئ او (د نعمتونو) ناشكري مې مه كوئ. د الله يادولو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
قرآني زده کړې
د الله د ياد او شكر حقيقت او ځانګړنې يې
فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلَا تَكْفُرُونِ ﴿بقره/۱۵۲﴾ = نو ياد مې كړئ، چې ياد مو كړم! او شكر مې وباسئ او (د نعمتونو) ناشكري مې مه كوئ.
د الله يادولو په فضليت كې ډېرى روايات راغلي: له پېغمبر اكرم (ص) نه روايت شوى، يوه ورځ يې خپلو اصحابو ته وويل: « د جنت په بڼونو كې وګرځئ» وپوښتل شو: رسول الله! څه د جنت بڼونه دي؟ ويې ويل: « د الله د ياد غونډې، ګهيځ او ماښام دې غونډو ته ورشئ او الله ياد كړئ.د چاچې دا ښه ايسي، چې پوه شي، الله ته څومره ارزښت لري؛ نو ودې ويني، چې ده ته الله څومره ارزښت لري؛ ځكه الله خپل بنده ته دومره درناوی لري، چې بنده يې الله ته لري او پوه شئ، چې د خپل مالك او خاوند پر وړاندې مو غوره او سپېڅلى چار، د هغه يادول دي؛ ځكه خپله د ځان په اړه وايي: زه د هغه يم، چې ياد مې كړي او هم يې ويلي: ياد مې كړئ، چې له خپلو نعمتونو سره مو ياد كړم. په اطاعت او عبادت مې ياد كړئ، چې تاسې له خپلو نعمتونو، احسانونو، سوكالۍ او رضا سره ياد كړم»؛ البته د الله له ياده منظور، يوازې په خولې د الله نامه اخستل نه؛ بلكې د الله يادول، او د زړه له كومې عبادت دى او كه ژبنى ذكر له زړه راووځي؛ نو ارزښت لري، كه نه بې ارزښته دى. بايد پوه شو، چې حقيقي ياد د انسان په كړو وړو كې ښكارېږي؛ لكه چې له نبي كريم (ص) نه په يوه روايت كې راغلي: « چې څوك د الله اطاعت وكړي، الله ياد كړي، كه څه نمونځ، روژه او د قرآن تلاوت يې لږ وي او چې څوك د خدای سرغړاندي وكړي، الله يې هېر كړى، كه څه نمونځ، روژه او د قرآن لوستل يې ډېر وي[1]». قرآن د الله د ياد ترڅنګ، د شكر ايستو حكم كوي او انسان د نعمت له ناشكرۍ ساتي. بايد الهي شكر د نشتمنۍ په ننګېرنه او مړه خوا الله ته په اړتيا پسې وي، داسې چې يو نېكچارى د يو بېوزلي ناروغ درملنه كوي؛ نو له ناروغ سره د نېكچاري په باب يو ډول عاجزي پيدا كېږي، چې دا حالت له ژبني تشكر او مننې او چت دى، كه انسان د الله د مخلوق پر وړاندې داسې دى؛ نو بايد د ټولو څيزونو د مالك الله پر وړاندې به څنګه وي؟ هو! ژبنى شكر له خدايه له عالمانه شكره ډېر واټن لري[2].
رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) فرمایي:
فراغت او روغتيا دوه نعمتونه دي،چې ډېرى خلك پرې ازميېل کېږي . ( بحارالانوار ۷۸\۱۷۰)
امنيت او روغتيا هغه نعمتونه دي،چې شكر يې(معمولا) نه اېستل كېږي . ( بحارالانوار ۷۸ \ ۱۷۰)
پر چاچې لورنې وشي؛نو “الحمدالله” دې ووايي.( وسايل ٧/ ١٧٤)
شكر كوونكى څلور نښې لري : په نعمت كې شكر،په غم كې صبر ، پر قسمت قناعت او بې له څښتنه د بل ستاېنه نه کوي. (تحف العقول)
تر ټولو ګناهونو د نعمت د ناشکرۍ سزا ډېر ژر وي .( وسائل ١١/٥٤١)
د نعمت له ناشکرۍ ځان وساتئ،چې ناشکري د بدمرغۍ لامل دى . (تفسيرالامام العسکري : ٤٤٧)
مؤمن ته حيران يم،په حقيقت کې الهي قضا و قدر يې په خير دى، که پر کړاو اخته شي،صبر کوي او که لورنه پرې وشي؛نو شکر کاږي. (المؤمن : ٢٧)
څوک چې له خلکو مننه ونه کړي؛نو د خداى شکر به يې نه وي پرځاى کړى . ( مواعظ عدديه : ٣٧ )
هغه ډېر ښه شکر اېستونکى دى،چې له خلکو سره ډېره مننه وکړي. (کنز ٣/٢٢٦)
د مکې د سيمې هومره سره راکړل شول؛خو پالونکي ته مې وويل: دومره نه غواړم؛بلکې غواړم يوه ورځ موړ او بله وږى وسم؛که موړ وم، تا به ستايم او شکر به دې باسم او که وږې وم دعا به کوم او تا به يادوم . (الکافي ٨/ ١٣١)
مؤمن ته هر څه خير دي،که لورنه پرې وشي؛نو شکر کاږي،چې دا ورته خير دى او که څه کړاو ورورسي،صبر پرې کوي،چې دا هم ورته خير دى . ( المعجم ١\ ١١٥)
امنيت او روغتيا دوې (داسې ) لورنې دي،چې ناشکري يې کېږي . (بحارالانوار ٧٨\١٧٠)
څوک چې په سلامتيا او روغتيا کې شکر وکاږي؛نو خداى ورته د هغه چا بدله ورکوي،چې په کړاوونو کې صبر کوي . ( الکافي ٢\٩٥)
جامې چې اغوندم؛نو وايم : د خداى شکر،چې پر داسې جامو يې پټ کړم،چې په خلکو کې د ښکلا لامل دى . پالونکيه ! دا جامې مې برکتي کړې، چې پکې ستا رضا او د جوماتونو آبادي ولټوم . ( الجعفريات : ٢٢٤)
د هغه خداى شکر او ستاېنه ،چې پر هغه څه يې وپوښلم،چې پرې خپل عورت پټ کړم او په خلکو کې پرې ځان سینګار کړم . (سنن النبي)
هره خوشحالوونکې خبره،چې د خداى رسول ته رارسېده؛نو ويل يې: ((الحمدالله لله على هذه النعمه ،ستاېنه او شکر د هغه خداى دى،چې دا نعمتونه يې راکړل.)) او چې خپه به شو؛نو ويل يې : ((الحمدالله على کل حال ،په هر حال کې د خداى شکراوستاېنه ده.)) (سنن النبي)
رسول اکرم په هرې مړۍ ويل : ((خدايه!ستاېنه ځانګړې ستا ده،چې خواړه دې راکړل او په اوبو دې ماړه کړو؛نو ستاېنه او حمد يوازې ستا دې، بې له دې،چې ستا ناشکري وکړم او يا له تا لاس واخلم او يا دا چې ځان بې له تا بې نيازه وبولم.)) (سنن النبي)
د خداى رسول،چې به هېندارې ته کتل،داسې یې ويل : ((د خداى شکرونه او ستاېنه،چې زما پيدايښت يې بشپړ کړ او زما څېره يې ښکلې پيدا کړه او د نورو د نيمګړتياوو پر وړاندې يې راته ښايست راوباښه او د اسلام لارښوونه یې راته وکړه او د نبوت له لارې یې راباندې منت کېښود.)) (سنن النبي)
پوه شئ،چې لمونځ د ځمکې پرمخ د الهي نعمت دسترخوان دى؛نو خداى يې د ورځې پينځه ځل هغوى ته غوړوي،چې د خداى رحمت غواړي . (مستدرک الوسايل : ٣\١٥)
دوه ځانګړنې دي،چې که د چا په برخه شوې؛نو د دنيا او اخرت خير به يې په برخه شوى وي : د کړاو پر مهال صبر کول او چې نعمت ورورسي، شکر پرې کاږي . (مجموعه ورام ٢/ ٢٤٧)
هغه به د خداى په رڼا کې وي،چې دا څلور ځانګړنې ولري : ( ١) پر (( لا (اله) – الا (الله) – محمد رسول الله)) يې ټينګې منګولې لګولې وي (٢) د مصيبت پر مهال ووايي : (( انالله وانا اليه راجعون )) (٣) نعمت چې ورورسي،ووايي:((الحمدلله رب العلمين))(٤) او چې ګناه وکړي، ووايي :(( استغفرالله ربي واتوب اليه. ( من لايحضره الفقيه ١\١٧٥)
خداى تعالى بندګان لري،چې هغوى ته يې نعمت وربښلى او تر هغه چې بښنه لري؛نو نعمت به يې په لاسو کې وي او هغه مهال، چې بخيلان شي؛نو نعمت به ترې واخستل شي او نورو ته به ورکړل شي.( السنهوري عبدالرزاق؛ فقه الخلافه :39 مخ،الهيته المصريه للکتاب، 1989 م)
يو سړي رسول اکرم (ص) ته وويل:د څښتن استازيه ! داسې نصيحت راته وكړه،چې خدای مې پرې ګټه را ورسوي . پېغمبر اکرم: مرګ ډېر يادوه،چې د دنيا مينه دې له زړه وباسي،د څښتن شكر كوه،چې نعمت دې زيات كړي او دعا ډېره كوه؛ځكه د دعا د قبلېدو له وخته خو خبر نه يې.ظلم مه کوه؛ځكه خداى په قرآن كې وايي:خداى هغوى ته برى وركوي ،چې پرې ظلم شوى وي. خلكو ! ستاسې ظلم يوازې ستاسې په تاوان دى.( فَلَمَّا أَنجَاهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِي الأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ يَا أَيُّهَا النَّاس إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَى أَنفُسِكُم مَّتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَينَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ=( نو) چې خداى هغوى وژغوري (؛نو بيا) په ناحقه پر ځمكه سرغړونه كوي. خلكو! دا سرغړونه ستاسې په خپل زيان ده،د دنيا له ژونده خوندونه (اخلئ؛ خو) بيا مو ستنېدل يوازې زموږ لوري ته دي؛نو څه چې تاسې تل كول،له هغو به مو خبركړو .(يونس 23) له مكر او دوكې ځان ژغوره ؛ځكه په قرآن كې راغلي:مكر او ناروا دسيسه يوازې د خاوند په نصيب كېږي. (فاطر43) (تحف العقول)
ډېر ژر به د واكمنۍ حرص واخلئ؛خو ډېر ژر به مو د پښېمانۍ لامل شي.واكمني هغه مور ده،چې اولاد ته ښې شېدې وركوي؛ خو ډېر بد يې له تي غوڅوي. (تحف العقول)
څوك چې تل دا درې نعمتونه ولري؛نو د دنيا نعمتونه پرې پاى ته رسېدلي دي: روغتيا،د دښمن له شره امان او د يوې شپې ورځې رزق او كه څلورم نعمت؛يعنې ايمان هم ورسره شي؛نو د دنيا او آخرت نعمتونه پرې پاى ته رسېدلي دي . (تحف العقول)
څښتن،چې خپل بنده ته کوم نعمت وركوي،خوښېږي او اغېز يې په كې وويني او هغوى چې د فقر تظاهر كوي، د څښتن تر ټولو بد ايسي. (تحف العقول)
په دنيا كى زهد او پارسايي : د هيلو لنډول،د هر نعمت شكر او له هغه څه چې څښتن حرام كړي دي ځان ساتل . (تحف العقول)
آنحضرت(ص) ته يې، چې د سترخوان خپور کړ؛نو ويل یې : ((خدايه! ته پاک يې! هغه څومره ښکلي دي،چې موږ پرې ازمېيې . ته پاک يې، هغه نعمتونه څومره ډېر دي،چې رابښلي دې دي . ته پاک يې،څومره نعمتونه دې رابښلي . خدايه! موږ، مؤمنو او مسلمانو بېوزلیو ته پراخه روزي ورکړې .)) (سنن النبي)
آنحضرت(ص) ته يې چې دسترخوان هوار کړ؛نو ويل یې : (( د خداى په نامه،اى خدايه!دا نعمتونه راته له مشکوره نعمتونو وګرځوې او د جنت له نعمتونو سره يې يو ځاى کړې .)) (سنن النبي)
د خداى د رسول له مخې يې،چې ډوډۍ ټولوله؛نو ويل یې :(( خدايه! ډېر نعمتونه دې راکړل،هغه دې پاک کړل،برکت دې پکې واچاوه،موږ دې ماړه کړو،د هغه خداى ځانګړې ستاېنه،چې روزي يې راکړه؛خو په خپله روزۍ ته اړتيا نه لري .)) (سنن النبي)
هره خوشحالوونکې خبره،چې د خداى رسول ته رارسېده؛نو ويل يې: ((الحمدالله لله على هذه النعمه ،ستاېنه او شکر د هغه خداى دى،چې دا نعمتونه يې راکړل.)) او چې خپه به شو؛نو ويل يې : ((الحمدالله على کل حال ،په هر حال کې د خداى شکراوستاېنه ده.)) (سنن النبی)
د آنحضرت(ص)،چې څه خوښ وو او و به يې ليد؛نو ويل یې: (حمد او ستاېنه ځانګړې د هغه خداى ده،چې پر خپل نعمت يې نيمګړى خلاص کړى.)) (سنن النبی)
[1] ( الميزان، 1 / 324)
[2] ( موضوعي تفسير، 14/ 246 )