تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام حسین (رض) پر وېر اوښکې  سريزه   پر ٦١س د محرم پر لسمه، د کربلا غوړپکه – پېښه رامنځته شوې؛ نو څوک چې دا پېښه لولي يا اوري، پر امام حسين، اهلبيتو او يارانو يې د زړه له کومې غمجنېږي او ددې مظلوم امام پر لور مانيز سفر پيلوي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام حسین (رض) پر وېر اوښکې 

سريزه

 

پر ٦١س د محرم پر لسمه، د کربلا غوړپکه – پېښه رامنځته شوې؛ نو څوک چې دا پېښه لولي يا اوري، پر امام حسين، اهلبيتو او يارانو يې د زړه له کومې غمجنېږي او ددې مظلوم امام پر لور مانيز سفر پيلوي او له هيلو سره يې يوځاى کېږي.

په دې ليکنه کې په اهلسنتو کې پر امام حسين د ویربولۍ (عزادارۍ) تاريخچه څېړل شوې چې لوستونکيو ته وريادوي چې پر حسين وير يوازې د ((شيعه اماميه)) ځانګړنه نه؛ بلکې دوى يې غټ برخوال دي؛ لکه چې د غزل بابا وايي:

کربلا شي ما حمزه ته چې دا نه وي

د حسین د ذکر فکر عملي یم

موږ د خپلې ټولنې د فرهنګي ودې لپاره دا ژباړه راوړاندې کوو چې په يو ډول د تېرو وګړيو د وګړې پر ياد لمانځغونډې جوړول د خپل تاريخ، دين، فرهنګ او ټولنې د پېژندو يوه لار ده او هم د اسلامي مذاهبو (سنى_شيعه) د پيوستون او نژدېوالی راښيي او هم هغوى نيوکګرو ته يو ډول ځوابونه ده چې له مسالې ناسم پوهېدلي دي.

ياد مې دي چې د پوهنتوني زده کړو په ترڅ کې (١٣٥٠ _ ١٣٥٤ ل) به د محرم په لسو شپو کې په پوليتخنيک او مرکزي شپه غالي کې مېشت زده کړيالان ورنژدې جوماتونو او حسينه وو ته ورتلل او د مبليغينو او عالمانو ویناوو ته به غوږ ول چې اورېدلي مسايل به تر ډېره وخته د اسلامي خوځښت غړيو ته انديزه زېرمه وه، نن هم چې د هېواد په اساسي قانون کې دوه اسلامي مذاهب په رسمي ډول ثبت دي او لارويان يې په ديني او ملي مينه يو له بله سره چلېږي، د محرم په مياشت کې په رسنيو کې يو بل ته په پوره درناوۍ، دعاشورا ورځې پر ياد ويېنې لرې چې تر ډېره بريده د امام حسين او اهلبيتو پر موخو رڼا اچوي او دا پوهېدنه ددې لامل شوې چې هېوادوالو ورځ تر ورځې د خپل اسلامي جمهوري دولت د ټينګښت، پاينې او ټیکاو لپاره مټې رانغاړلي. موږ هم د هرې شونې لارې ددې ملي او ديني دندې د سرته رسولو لپاره هڅه کوو چې هېواد مو يو موټى او د اسلامي مذاهبو په رڼا کې د نړۍ له نورو هېوادونو سره د پرمختګ په کتار کې خپل تکاملي ګامونه واخلي.

 

اجر الدين اقبال

 

لومړۍ برخه

د ژړا ډولونه

ژړا ډېر ډولونه لري چې ډېرې مهمې يې په لنډو دادي:

١_ د آل رسول (ص) پر کړاوونو ژړا:

د رواياتو له مخې، د اهلبيتو او په تېره د امام حسين رضى الله عنه پر کړاوونو ژړا ستر ثواب لري.

٢_ د ډار ژړا:

د ډار ژړا له دې راولاړېږي چې څوک له چا يا کوم څیزه وډار شي چې غوره ډول يې د خداى له قدرته او عظمته ډار دى. د امام کاظم (رح) په حالاتو کې راغلي:

((کان يبکى من خشية الله حتى تخضل لحيته بدموعه= تل يې د خداى له ډاره ژړل، تردې چې ږيره به يې لمده شوه[1]((

٣_ د خپلوانو او دوستانو په نشتون کې ژړا:

د چاچې کوم خپلوان؛ لکه پلار، مور، رور؛ خور، زوى، تره، ترور، توړۍ او… يا کوم صميمي دوست ومري؛ نو ورپسې ژاړي.

٤_ د رنځ او سختۍ ژړا:

څوک چې پر داسې رنځ او کړاو اخته شي چې زغم يې ورته ستونزمن وي؛ نو ژاړي.

٥_ پر اجباري کار ژړا:

څوک چې د خپل ناخوښي کار په کولو اړ کړاى شي؛ نو ډېر ځل کېداى شي چې وژاړي.

٦_ د بېلتون ژړا:

دا ژړا هله راولاړېږي چې خپلوان او دوستان يو له بله بېلېږي؛ لکه څوک چې پر اوږده سفر ځي؛ نو له خپلوانو او دوستانو سره يې د خداى پامانۍ پر وخت له سترګو اوښکې رابهېږي.

٧_ د شوق ژړا:

انسان ته هله د شوق ژړا ورځي چې له نعمتونو، برياوو، حماسي خبرونو، خپلوانو او دوستانو سره مخ شي، په دې ژړا، ژړاند ته يو ډول دنننۍ ارامي او خوښي رادبرېږي.

٨_ عاطفي ژړا:

د چا پر مظلوميت اوښکې تويول، د انسان دوستۍ له ننګېرنې راولاړېږي. پېغمبرانو او وصيانو يې دا ډول ننګېرنه د پالوونکي لورنه ګڼلې چې پر خپلو ځانګړو بندګانو يې ورلورولې ده.

٩_ د ژمنتوب او پيوستون ژړا:

څوک چې پر چا يا کوم څيز ژاړي؛ نو له ده سره يې د اطاعت لپاره د دننني چمتووالي اعلانول دي. ژړاند راښيي چې له سپېڅليو موخو سره با وفا او د ښوونځي او لارې له روح سره د خپل پيوستون اعلانول دي؛ نوځکه ژړاند په قيامت کې له هغه چا يا کوم څيز سره يو ځاى راپاڅي چې ورباندې يې ژړلي دي.

امام صادق (رح) ابى ولاد کاهلي ته وويل:

((زما تره [شهيد]زيد دې وليد؟ ويې ويل: هو! راځوړند مې وليد چې څوک پرې خوشحاله او څوک پرې خپه ول. امام وويل: ورباندې ژړاند په جنت کې ورسره دي او ورباندې خوشحالېدونکی يې په وژنه کې ګډ دي[2].

١٠_ د نفاق ژړا:

د نفاق ژړا، يوه مصنوعي او مصلحتي ژړا ده. منافق کله خپلو سپېرو موخو ته د ورسېدو لپاره، ژاړي. علي (ک) د منافقينو په ځانګړنو کې وايي:

((د هر زړه لپاره يوه وزله لري [چې له هر چا سره دده په خوښې خبرې کوي] او هر غم و خپګان ته اوښکې تويوي [چې له لارې يې خپلې موخې ته ورسي[3]]

د يو شمېر خلکو؛ لکه څنګه يې چې خولې له زړونو سره مل نه دي، دغسې يې اوښکې له ننګېرنو او نيتونو سره همغږي نه دي؛ نوځکه دا يوه ذهنيت اړوونکې ژړا ده.

١١_ د ذلت او ماتې ژړا:

هغه وګړي چې خپلې موخې تر لاسه نه کړي؛ نو ژاړي، دوى خپلو موخو پوره کولو ته هڅه کړې نه ده، ماتې يې کړې او ذليل شوي؛ نوځکه پر خپلې بدمرغۍ ژاړي چې څه ګته هم ورته نه لري.

١٢_ د سزا ژړا:

کله خداى د بندګانو د ګناهونو په پار، دوى ته په ژړا سزا ورکوي چې نه يوازې څه اجر او ثواب نلري؛ بلکې په دنيا او آخرت کې به د لاسنيونې څه اغېز هم ورته ونلري. امام صادق (رح) ويلي: ((خداى بني اسراييلو ته د ارميا په نامې يو پېغمبر ورولېږه؛ خو دوى په خندا او ملنډو [وځوراوه. خداى په عذاب کړل]او چا يې ژړا ته اعتنا نه کوله[4].

له حق ولايته سرغړاندي ددې ډول ژړا يو لامل او لاره چاره سازي ده چې په پايله کې خلک د طاغوت او باطلو ولايت په منګولو کې راګېرېږي؛ لکه په تېر تاريخ کې وينو چې خلکو د علي کرم الله وجهه د ولايت په اړه لنډون وکړ او د امويانو په ظلم کې راګېر شول. په پايله کې يوې ډلې خپل دين ته ژړل او يوې ډلې خپلې لوټ شوې دنيا ته. علي (ک) ويلي:

((پر خداى قسم [چې په ګانده – راتلونکي کې به امويان لاسبري شي او] ظلمونه به کوي او د خلکو هر حرام به حلالوي او له مسلمانانو سره به کړې ژمنې [په ظلم] ماتوي او هر خټين کور او وړينې خيمې ته به په تېري ورننوځي او ظلم به يې ټول رانغاړي او د ظلم له وجهې به يې اوسېدونکي خپرېږي، تردې چې خلک به يې د سخت ظلم له لامله د دوو موخو لپاره ژاړي: يوه ډله به د خپل دين لپاره ژاړي [چې د امويانو د ډار له لامله به يې ښکاره کولاى نشي] او بله ډله به د خپلې دنيا لپاره ژاړي [چې ويني مالونه يې لوټېږي[5].]

١٣_ د اړتيا ژړا:

کله ژړا، د اړمن اړتيا راښيي؛ لکه توکیزې اړتياوې (لکه د ګدايانو ژړا) يا مانيزې اړتياوې؛ لکه د الهي سالکانو ژړا چې په خپلې ژړا، خپله اړتيا الهي ځانګړو پېرزوينو ته ورښکاره کوي؛ لکه ماشوم چې په ژړا له خپل مورو پلار سره اړيکه ټينګوي. الهي اوليا هم، په ژړا له خپل پالوونکي سره اړيکه نيسي چې ډېرې بېلګې يې د پېغمبرانو او حق اولياوو په عملي سيرت کې مونداى شو.

١٤_ د هيلې ژړا:

که څوک څه هيله ولري؛ نو وررسېدو ته يې ژاړي؛ لکه چې امام رضا ديان بن شبيب ته وويل: ((د شبېب زويه! که دې ښه ايسي چې د کربلا شهيدانو ثواب درپر برخه شي؛ نو چې کله د امام حسين کړاوو درياد شو، ووايه: يا ليتنى کنت معهم فافوز فوزا عظيما: کاشکې ورسره واى؛ نو ستره بريا به مې پر برخه شوې واى[6](( .

‎١٥_ د غبطې ژړا:

د چاچې توکیزه يا مانيزه بريا پر برخه شي او بل بې له دې چې رخه ورسره وکړي، له سيالۍ او غبطې وژاړي او له خدايه همدا ورکړاى شوى نعمت وغواړي؛ نو دې ته د غبطې ژړا وايي.

١٦_ د اضطرار او اندېښمنۍ ژړا:

څوک چې ځان د ورکېدو په درشل کې و انګېري يا داچې په نادرمله رنځ اخته شي او طبيبان يې له درملنې بېوسې شوي؛ نو په مات زړه او ژړغونو سترګو په دعا لاس پورې کوي او د پرېشانۍ له مخې، خپلې ستونزاوارۍ ته دا مبارک آیت وايي: ((أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ))

١٧_ د انتظار ژړا:

څوک چې د امام مهدي عليه السلام راښکارېدو ته سترګې پر لار وي او هر ګهيځ يې پر ياد د ندبې دعا لولي او ژاړي او وايي: ((اين معز الاولياء و مذل لاعداء)) .

١٨_ د حسرت ژړا:

د حسرت د ژړا ځايونه ډېر دي، يو يې دا دى:

چاچې د ځوانۍ پانګه له لاسه ورکړې وي او له ارزښتمن عمره يې لکه څنګه چې ښايي، ګټنه کړې نه وي؛ نو چې بوډا شي، ويني چې پانګه يې له لاسه وتې او څه سوداګري يې کړې نه ده؛ نوځکه د ځوانۍ پر ياد حسرت خوري او ژاړي.

١٩_ د پښېمانۍ ژړا:

چاچې څه ګناه کړې وي او سملاسي پښېمانه وي؛ نو د جمعې پر شپه ربوبي درشل ته لاسونه پورته کوي او د خپلو ګناهونو پر ياد ژاړي او وايي: ((اللهم اغفرلى الذنوب التى تحبس الدعاء)) .

٢٠_ د ټګۍ ژړا:

لکه د حضرت يوسف عليه السلام وروڼو چې د يوسف په بېلتون کې د خپل پلار يعقوب عليه السلام په مخ کې وژړل.

په دې ژړا ګانو کې بې د نفاق او ټګۍ له ژړاوو نورې روا دي.

خو دلته مو د ویینې موضوع لومړۍ ډول ژړا ده چې له قرآني او سني و شيعه رواياتو له ليدلوري رڼا وراچوو.

 

دويمه برخه

ژړا د قرآن له ليد لوري

د قرآن له ليدلوري ژړا جايزه ده چې لاندې آيتونه ورته اشاره لري:

١_ ژړا، د پالوونکي پر وړاندې د خشوع نښه ده.

(يَقُولُونَ سُبْحَانَ رَبِّنَا إِن كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُولاً. وَيَخِرُّونَ لِلأَذْقَانِ يَبْكُونَ وَيَزِيدُهُمْ خُشُوعًا[7]= او وايي :((پالونكى مو پاك دى،چې ژمنې يې هرومرو ترسره كېدونې دي .)) او (بې واکه) پړمخې پرېوځي او ژاړي او (د دې آيتونو په لوستو) يې تواضع او عاجزي لاپسې زياتېږي.

٢_ ژړا، پر انسان د پالوونکي د آيتونو د اغېز نښه ده:

(( أُوْلَئِكَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ مِن ذُرِّيَّةِ آدَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْرَائِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَاجْتَبَيْنَا إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُ الرَّحْمَن خَرُّوا سُجَّدًا وَبُكِيًّا[8] = دوی له هغو پېغمبرانو دي چې الله پرې لورنه کړې، د آدم او دهغوی له ځوځاته چې له نوح سره مو (په بېړۍ كې) سپاره كړل او د ابراهيم او اسراييل [= يعقوب] له ځوځاته او له هغوى چې لارښوونه مو ورته وكړه او غوره مو كړل او چې كله د لوراند (الله) آيتونه ورلوستل كېدل؛ نو په ژړا به پر (ځمكه) په سجده پرېوتل .)) .

٣_ ژړا، د پالوونکي د ښه بندګانو نښه ده:

((وَإِذَا سَمِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَى أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُواْ مِنَ الْحَقِّ يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ[9] = او (دوى) چې کله (د اسلام) پېغمبر ته ورنازل شوي آيتونه واوري (؛نو) وینې،چې د حق پېژندنې له لامله يې سترګې (د شوق) اوښکې تويوي (او) وايي :(( پالونكيه! ايمان مو راوړى؛ نو له شاهدانو سره مو وليكه. ))

 

 

درېيمه برخه

ژړا د رواياتو له ليد لوري

د ژړا فرهنګ :

ژړا د خندا په څېر انسان ته يو ستر الهي نعمت دى.

ژړا، له دنني غليم سره په جګړه کې د انسان پانګه ده.

ژړا، د الهي بې پايه لورونو پر وړاندې سرټيټي او زاري ده.

ژړا، د مطلق موړ او غني خداى او د حق تعالى د پراخه لورنې پر وړاندې د نشتمنۍ ښکاره کول دي.

ژړا، د مطلق کمال لټوونکيو دود او د ژوند زړي بنيادم نښه ده.

هغه سترګه چې اوښکې نه لري، مينه او سوز هم نلري او څوک چې دغسې وي، مړ زړى دى . پېغمبر اکرم (ص) وايي:

((من علامة الشقاء جمود العين: د سترګو وچتوب د سخت زړۍ يوه نښه ده[10]))

ژړا، د زړه ويانده ده او د اوښکو بهېدل د ژړاند د ننګېرنو او دننني څوبتياوو ښووونکې ده.

ژړا، د انسان د سختو ننګېريزو حالاتو ښکارندوى ده.

په اسلامي رواياتو کې ژړا او اوښکې ارزښتمنې ښوول شوي دي، بېلګې يې دا دي:

١_ د خداى ښه ايسي:

پېغمبر اکرم (ص) ويلي: ((ان الله يحب کل قلب حزين: د خداى هر غمجن زړه ښه ايسي[11].))

٢_ د خداى لورنه:

رسول اکرم (ص) ويلي: ((انما هى رحمة يجعلها فى قلوب عباده: په رښتيا، اوښکې يوه لورنه ده چې خداى يې د خپلو بندګانو په زړونو کې ږدي[12].))

٣_ خداى ته تر هرڅه غوره:

پېغمبر اکرم (ص) ويلي: ((خداى ته دوه څاڅکي خورا ارزښتمن دي: هغه د وينو څاڅکې چې د خداى په لار کې توى شي او هغه اوښکې چې په تياره شپه کې د خداى له وېرې وبهېږي)) [13]

٤_ د خداى غوسه سړوي:

پېغمبر اکرم (ص) ويلي: (( هر نېکچار په ټاکلي اندازه ثواب لري؛ خو اوښکې په رښتيا د سترګو اوښکې الهي غوسه سړوي)) [14]

٥_ جنت:

پېغمبر اکرم (ص) ويلي: (( څوک چې د خداى له ډاره وژاړي، هر څاڅکي ته يې په جنت کې يوه ماڼۍ چمتو کېږي، داسې ماڼۍ چې په ملغرلو ښکلې شوې ، او په دې ماڼۍ کې داسې څيزونه دي چې هېڅ سترګې ليدلي نه دي، نه کوم غوږ اورېدلي او نه د کوم بشر په زړه کې تېر شوي دي))[15]

٦_ پر امت لورنې ورېږي:

حضرت علي (ک) ويلي: (( که په امت کې يو تن وژاړي، خداى يې په پار پر ټول امت لورېږي)).

٧_ دعا ته غوره فرصت:

علي (ک) ويلي: (( ژړا او د زړونو خشيت له الهي لورنې راولاړېږي؛ نو هر وخت مو چې دغسې حالت وموند، دعاته يې غنیمت وګڼۍ)).

٨_ د زړه نورانيت:

علي (ک) ويلي: (( د خداى له ډاره ژړا، زړه رڼا کوي او د ګناه کولو مخه نيسي)). [16]

٩_ کاري وسله:

علي په کميل دعا کې، ژړا د مؤمن وسله ښوولې ده او وايي: (( وسلاحه البکاء)) او خداى ټولو ته دا کاري وسله ورکړې ده؛ خو افسوس چې په قدر يې نه پوهېږو.

١٠_ له ګناهونو پاکېدل:

علي (ک) ويلي: (( د خداى له وېرې په ژړا، ګناهونه پاکېږي)). [17]

١١_ له دوزخه ژغورنه:

امام حسين (رض) ويلي: (( د خداى له ډاره ژړا، له دوزخه د ژغورنې لاملېږي)) [18]

١٢_ خداى يې په خپله مينه کې رانغاړي:

امام باقر (رح) ويلي: (( هغه څاڅکى خداى ته ډېر ګران دى چې په تياره شپه کې د خداى له ډاره راتوىې شي او بې له الله يې څوک مطلب نه وي))[19]

 ١٣_ الهي رضوان:

امام باقر (رح) ويلي: (( ابراهيم نبي (ع) خداى ته وويل: د هغه بنده اجر به څه وي چې خپل مخ ستا له ډاره لوند کړي؟ ويې ويل: د قيامت پر ورځ به يې وبښم)) [20]

١٤_ د خداى له عذابه خونديتوب:

امام صادق ويلي: (( په قيامت کې هره سترګه ژاړي؛ خو بې له درېيو سترګو: هغه سترګې چې د خداى له حرام کړاى شويو پټې شوې وي، هغه سترګې چې د خداى د اطاعت په لار کې ويښې پاتې شوې وي او هغه سترګې چې په پخه شپه کې يې د خداى له ډاره ژړلي وي)) [21]

 

څلورمه برخه

ویربولي د قرآن له ليدلوري

ښايي په ډېرى اذهانو کې دا پوښتنه راپيدا شي چې قرآن کريم د ویربولۍ په اړه څه خبره کړې؟ ايا قرآن د ویربولۍ کولو يا نه کولو او يا ډولونو ته يې څه اشاره کړې؟ هو، په قرآن کريم کې داسې آيتونه شته چې د ویربولۍ مشروعيت، غوراوى او ډولونه يې زبادوي، څو بېلګې يې دا دي.

١_ د ظالمانو پر ضد د مظلومانو د فرياد ویربولي:

خداى په قرآن (نساء _ ١٤٨ آيت) کې وايي: (( لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا)) په دې آيت کې دوه ټکي شته، ړومبى وايي: (( لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا)) خداى د نورو د نيمګړتياوو رابرسېرونه نه خوښوي؛ خو د هغوى چې پر حقوقو يې تېرى شوى دى او دا ډول وګړي استثنا شوي دي، دويم، داچې (( الا من ظلم)) ټولو ظالمانو ته يو ګوتڅنډنه ده چې خداى نه يوازې مظلومانو ته د فرياد او اشواګرۍ اجازه ورکړې؛ بلکې دغسې فرياد د خداى هم خوښېږي.

ظلم څو ډولونه لري؛ لکه پر نفس ظلم، پر پلار مړيو – یتیمانو ظلم او… خو ستر ظلم، دا دى خداى چې ځينو وګړيو ته کوم حقوق ورکړي تېرى پرې وشي، په بله وينا خداى ځينو وګړيو ته يو حق ورکړى او دا حق ولايت او مشرتوب دى هلته چې وايي:

مائده: ٥٥ آيت: (( إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ)) څرګنده ده چې پر خداى ورکړي حق تېرى کول ستر ظلم دى، ځکه نور وګړيز او ټولنيز تېري ترې راولاړېږي؛ نوځکه د خداى د ولي له حاکميت او نورو ارزښتونو سره شخړه کول ستر ظلم او ناروا چار دى. بېشکه امام حسين (رض) يو له هغو کسانو دى چې متعال خداى د ولايت او واکمنۍ حق ورکړى او يزيد او يزيديان په طاغوت کې ګڼل کېږي او د الهي واکمنۍ غاصبين دي؛ نوځکه مسلمانانو ته نه ښايي چې ورپسې ولاړ شي. له همدې لامله کوفيانو په ليکونو کې څرګنده کړې وه چې موږ د معاويه او يزيد ولايت نه منوو او تاسې ډېر ژر کوفې ته راشئ. امام حسين له ګردو ستونزو او خنډونو سره سره د دوى بلنه ومنله او د کوفې پر لور وخوځېد؛ خو د اهلبيتو دښمنان په خپلو ټولو شونتياوو سره د کربلا خوځښت پر وړاندې ودرېدل او د امام حسين په شهيدولو يې پر اسلامي امت يو ستر ګوذار وکړ، داسې چې ددې غوړپکې – پېښې سپېرې اغېزې اوس هم تر سترګو کېږي.

ايا اسلامي ټولنه ددغسې غميزې په اړه چې د پېغمبر (ص) زوى يې وواژه، لاس تر زنې کېني او چوپ وي يا درنه دنده ورترغاړې ده؟ د پورته مبارک آيت له مخې، بايد فرياد وکړو، ظالمان رسوا او ناپاکې څېرې يې رابربنډې کړو، د شعر، نثر او غونډو په جوړولو پر اهلبيتو شوى ظلم بيان شي او د خداى له دښمنانو بېزاري او کرکه څرګنده او اعلان کړو، په يقيني ډول کوم فريادونه او ویربولۍ چې په همدې لړ کې وي د (( جهر من القول)) له مصادیقو ځنې دي چې د خداى خوښېږي او د اهلبيتو د لارويانو ویربولي همدې سپېڅلې موخې ته کېږي او بيا هر ډول ویربولي چې د دې موخې پر خلاف وي، مخه يې ونيول شي.

٢_ د اهلبيتو مينه او ویربولي:

خداى د رسول اکرم (ص) د اجر او مزد په اړه وايي:

شورى _٢٣ آيت: (( ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لاَّ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ = دا (هماغه) څه دي چې الله یې نېکانو مؤمنانو ته زېرى وركوي، ووايه: ((په دې چار (رسالت) هېڅ بدله درځنې نه غواړم؛ خو د خپلوانو (په باب) مینه [/اهلبیت مې])) او څوك چې نېكې چارې وكړي، پر نېكيو به يې ورزيات كړو، په رښتيا الله منندوی بښونكى دى.

 خداى تعالى په دې آيت کې، له نبوي کورنۍ سره مينه پر اسلامي امت فرض او لازم کړې ده او له دوى سره مينه يې د رسالت د تبليغولو په لار کې د پېغمبر د کړښتونو اجر او بدله کړې ده چې دا پخپله د پېغمبر (ص) د رسالت عظمت او ورته د ټاکلې بدلې ستريا راښيي. ښکاره ده چې ستر کار، ستره بدله لري، او دې آيت ددغسې رسالت بدله د اهلبيتو مينه ګرځولې ده.

مينه او دوستي اغېزې او څه لوازم لري، رښتين يار او دوست هغه دى چې د دوستۍ شرط څنګه چې ښايي پوره يې کړي، که بې له دې وي؛ نو دوستي به تش په خوله او ظاهري وي. له دوى سره د دوستۍ له مهمو نښو، په غم وښادۍ کې يې ورسره ګډون کول دي. په پرېمانه رواياتو کې پر دې ټکي ټينګار شوى چې د اهلبيتو په ښادۍ ښاد او پر غم يې غمجن اوسئ او په رښتيا د اهلبيتو د ښوونځي د لارويانو يوه ځانګړنه دا ده چې په ښاديو کې يې ښاد او په غمونو کې يې ويرجن وي.

حضرت علي (ک) وايي: (( خداى موږ په خپلو بندګانو کې غوره کړو او لارويان يې راوټاکل چې تل مو په ښاديو او غمونو کې راګډ دي او په مالونو او ځانونو مو مرستندويان دي، دوى زموږ دي او زموږ لوري ته به رادرومي)) [22]

امام رضا د شبيب زوى ته وويل: (( که ښه دې ايسي چې په غوره جنت کې راسره وسې؛ نو په غم مو غمجن او په ښادۍ مو ښاد وسه او ولايت مو ومنه، ځکه که څوک له يوې تيږې سره مينه ولري، په قيامت کې ورسره راپاڅېږي)) [23]

نوځکه د اهلبيتو مينه چې د پېغمبر (ص) د رسالت د ابلاغولو بدله ده، غواړي چې په خوله، کړو وړو، ژړا، ويرغونډو او له وژوونکيو يې په کرکه څرګندلو په غم کې يې غمجن اوسو او ددې مظلومو او ژمنو شهيدانو الهي ځانګړنې راوسپړو او بېشکه چې ددغسې غونډو او ویربولۍ جوړول يوازې د حقايقو څرګندول رانغاړي.

٣_ د الهي شعايرو ویربولي او لمانځنه :

د الهي شعايرو درناوى او لمانځنه د اسلامي له بنسټيزو لارښونو ځنې ده، ځکه خداى وايي: (( ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ(حج_ ٣٢ آيت) = دا (د حج کړنې) دي، او څوك چې د الهي نښو درناوى وكړي؛ نو په رښتینه کې دا (كار) يې د زړوڼو د پرهېزګارۍ یوه نښه ده .))

شعاير د دين د نښو او د ستر خداى د طاعت پر مانا دي. [24]

نوځکه د الهي شعايرو له لمانځنې مطلب، د دين د نښو، د خداى د اطاعت او د ابراهيم د دين لمانځنه ده چې په اسلام کې انځور شوې او د حج هر يو مناسک د شعايرو پوره نښه او مصداق دى. لکه چې په قرآن کې، طواف د صفا او مروه تر منځ سعى، د شيطانانو ايشتل، قرباني او… هر يو يوه نښه ده چې انسان د تقوا او په نهايت کې نږه توحيد ته ورسېخوي.

د الهي نښو او د زړنو د تقوا ترمنځ ځانګړې اړيکه شته. ځينو سني او شيعه عالمانو د شعايرو عموميت ته اشاره کړې چې دلته يې دوه مورده يادوو: (الف): د اهلسنتو ستر عالم ((صاحب جان هندي حنفي)) تر دې آيت لاندې کاږي: (( شعاير د شعير جمع د نښې او علامې پر مانا ده او د هر څه په ليدو چې خداى رايادېږي او شعاير الله په صفا او مروه پورې ځانګړتيا نلري؛ لکه چې د حجت الله البالغه په کتاب کې له د هلوي ويل شوى دي: څلور څیزونه د خداى خورا ستر شعاير او نښې دي: قرآن، کعبه، پېغمبر او لمونځ. په الطاف القدس کې هم راغلي دي: د شعاير الله مينه، له قرآن، پېغمبر او کعبې سره مينه ده؛ بلکې څه چې په خداى پورې ورمنسوب وي، ان د خداى وليان)) [25]

مولوي اسماعيل کاږي: (( د منعم د شعايرو درناوى، دده د مينې له فروعاتو ځنې دي، يعنې ټولې هغه چارې چې ځانګړى تړاو ورسره لري داسې چې د هر چا ذهن دې چارو ته ور واوړي، منعم ته يې ورپام شي؛ لکه د نامې درناوى، کلام، خبره، جامې، وسله او ان سپرلى او هستوګنځى يې)).

(ب): شيعه عالم (( ملا احمد نراقي)) ليکي: (( ځينې فقها او مفسران ګروهن دي چې آيت عام رانغاړي، که دغه نظر ومنل شي؛ نو د ټولو شعايرو درناوى که واجب نه وي، استحباب او درناوى خو لري، ځکه شعاير خداى ته ور منسوب دي)) [26]

(( طباطبايي)) هم شعاير د الهي تقوا د نښو په مانا ګڼلي او په ځانګړو مواردو پورې يې منحصر نه بولي: ((شعاير هغه نښې دي چې انسان د خداى پر لور ورسېخوي او په صفاو مروه او په څېر پورې يې نه ورمنحصرېږي. نوځکه هره نښه چې انسان ته خداى وريادوي، درناوى يې د الهي تقوا لاملېږي او ټولې نښې رانغاړي)) [27]

نو په عمومي توګه ګټنه کړاى شو چې هر وخت يا په هر ځاى کې کوم کړ يا عمل چې د خداى د ياد، تقوا، مانيزې او روحي ودې ته لاره چاره چمتو کوي او د اسلامي قوانينو او لارښوونو په چوکاټ کې وي، په الهي شعايرو کې ګڼل کېږي. لمونځ، روژه او… هر يو په يو ډول په الهي شعايرو کې شمېرلېږي.

نوځکه هغو دلايلو ته په پامنيوي چې ویربولي يې مشروع ګڼلې، په غوڅه د خداى د ځانګړو بندګانو د وير مراسم _چې د قرآن څرګندوونکى او د حج انځورګر وو او د توحيد کليمې لپاره يې ځانونه بلهار – قربان کړل_ له څرګندو نښو او شعايرو دي، ځکه په دې مراسمو کې يوازې د ديني مسايلو زده کړه، د اسلام د شهيدانو شهامت او سرښندنه، د خداى له غليمانو سره د دښمنۍ او له دوستانو سره يې د دوستۍ خبرې کېږي او لکه څنګه چې په لوى اختر کې قرباني له اسلامي شعايرو او سننو ځنې ګڼل کېږي.

نو کربلا او د خداى د لارې د قربانيانو د ياد غمجنه يادونه او همدغسې د خداى د لارې د سرښندونکيو يادول به له الهي شعايرو ځنې وي.

٤_ د حضرت يوسف (ع) په بېلتانه کې د حضرت يعقوب (ع) وير: حضرت يعقوب (ع) د خپل زوى په بېلتانه کې خورا غمجن شو چې په کلونو کلونو يې ژړل، تردې چې د سترګو ګاټي يې سپين شول او ليد يې له لاسه ورکړ. خداى يې خپګان داسې انځوروي:

(( وَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا أَسَفَى عَلَى يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ (يوسف _٨٤ آيت) = او (يعقوب) ترې مخ واړاوه او و يې ويل : ((هى هى يوسفه !)) او د سترګو تور يې سپين شوي وو؛ خو غمونه يې (پر زړه) زغمل (او هېڅكله يې ناشكري نه کوله )

زامن يې (يعنې د يوسف (ع) روڼه) له ډېرې ژړا تنګ شول، ويې ويل:

قَالُواْ تَالله تَفْتَأُ تَذْكُرُ يُوسُفَ حَتَّى تَكُونَ حَرَضًا أَوْ تَكُونَ مِنَ الْهَالِكِينَ(يوسف ٨٥ آيت) = (زامنو يې) وويل :((پر الله قسم ! ته چې يوسف دومره يادوې،ناروغ يا مړ به شې!))

دې آيتونو، د حضرت يعقوب (ع) اوږده ژړا ددې پېغمبر د ژوند له مهمو ځانګړنو ښوولې او ځينو رواياتو هم دا يوه ښه ځانګړنه بللې ده. (( ز مخشري)) روايت کړى چې حضرت يوسف (ع) د خپل پلار د غم و ژړا د وخت په اړه وپوښتل، ورته يې وويل: اويا کاله يې وژړل، او د ژړا د ثواب په باب يې وپوښت، ويې ويل: ژړا يې د اويا شهيدانو ثواب لري[28].

طبري د حضرت يعقوب (ع) د ژړا د مودې په هکله له (( حسن بصري)) (رح) روايت کړى دى: (( چې کله حضرت يوسف له پلاره ووت؛ نو بيا يې اتيا کاله روسته ورسره وکتل او په دې موده کې غمجن و او ژړل يې، ان چې خپل ليد يې له لاسه ورکړ. حسن بصري رحمة الله ويلي، پر هغه مهال د ځمکې پر مخ د خداى پر وړاندې تر يعقوب عليه اسلام خورا عزتمن ځايناستى نه و[29]))

کوم آيت ته چې اشاره وشوه، پايله اخستاى شو، که ژړا او غم په کلونو کلونو اوږد هم شي، څه توپير نه لري؛ بلکې يو روا چار او له ښو ځانګړنو شمېرلېږي.

څه چې وويل شول د امام سجاد خبره يې تاييدوي چې هغوى ته يې په ځواب کې وويل چې د ده پر ژړا يې نيوکه کوله: (( ايا تاسې د يعقوب له ژړا خبر نه ياست؟ په کلونو کلونو يې د يوسف په بېلتانه کې وژړل، ان چې خپل ليد يې له لاسه ورکړ، حال دا چې زوى يې ژوندى و او يوازې له سترګو يې پنا و؛ خو په خپلو سترګو مې ليدل چې زما پلار (امام حسين) او د پېغمبر د اهلبيتو اولس تنه يې شهيدان کړل او سرونه يې له تنې وربېل کړل[30]))

له تېرو آيتونو او رواياتو استنباطولاى شو چې د وير غونډو جوړول نه يوازې له قرآن سره ناسازګاري نلري؛ بلکې د الهي شعايرو، له اهلبيتو سره د مينې او له ظلم سره د مبارزې له مصاديقو ځنې ګڼل کېږي.

ينځمه برخه

ویربولي د اهلسنتو د رواياتو له ليدلوري

د اهل سنتو په حديثي ټولګو کې داسې روايات ليدل کېږي چې په ظاهر کې پر مړيو ژړا او وير منع کوي؛ خو په دلايلو _چې روسته به وويل شي_ څرګندېږي چې دا روايات نور مظالب څرګندوي او زموږ په ویینې پورې تړاو نه لري؛ نو وړ ده چې دا روايات وڅېړو:

١_ پېغمبر اکرم (ص) ويلي: ((الْمَيِّتُ يُعَذَّبُ فِي قَبْرِهِ بِمَا نِيحَ عَلَيْهِ = مړى په قبر کې _ د پاتې شويو_ د ژړا په پار عذابېږي[31]))

٢_ (( سعيد بن مسيب)) چې د تابعينو له مشرانو ځنې دى وايي:

(( ام المؤمنینعايشې د خپل پلار حضرت ابوبکر د مړينې پر مهال د وير او ژړا غونډه جوړه کړې وه. حضرت عمر ترې خبر شو، مخه يې ونيوه؛ خو د حضرت عمر خبرې ته يې توجه ونکړه. حضرت عمر، هشام بن وليد ته امر وکړ چې ام المؤمنین عايشې ته ورشي او په خپله کوړه يې له ژړا منع کړي: راټولې شوې ښځې چې خبرې شوې؛ نو خپرې ورې شوې. حضرت عمر وويل: په ژړا مو ابوبکر عذابوئ؟ پېغمبر (ص) ويلي: مړى د خپل خپلوانو په ژړا عذابېږي)) [32]

٣_ (( نصر بن عاصم)) وايي: (( يوه شپه حضرت عمر په مدينه کې له يوه کوره په غږ د يوې ښځې ژړا او وير واورېد، ورننووت او ښځې يې خپرې ورې کړې او کومې ښځې چې وير کاوه په خپلې کوړې يې ووهله او پڼونى يې ولوېد. شاوخوا وويل: امير المؤمنينه! د ښځې ويښتان ليدل کېږي او نا محرم يې ويني. ويې ويل: ((دا ښځه احترام نلري)) [33]

٤_ ام المؤمنين ((عايشه)) وايي: د جعفر بن ابى طالب، زيد بن حارثه او عبدالله بن رواحه (رضى الله عنهم) د شهادت تر خبرېدو روسته، پېغمبر (ص) په يوې غونډې کې ناست و او له څېرې يې خپګان ښکارېده. د ورۀ له څنډو مې ورکتل، په دې وخت کې يو سړى راغى او ويې ويل: (( يا رسول الله! د جعفر ښځې ورته ژاړي. حضرت (ص) وويل: ورشه او چوپ يې کړه او که چوپ نشوې، پر مخونو يې خاورې وروشينده))[34].

 

د پورته رواياتو په هکله د حضرت ابن عباس او ام المومنین عايشې څرګندنې

ددې روايتونو رڼاوي ته لازم دي چې څو ټکيو ته اشاره وکړو:

١_ (( نووي))، د صحيح مسلم شارح ددې رواياتو په اړه کاږي:

(( ام المومنین عايشې پورته روايات نه دي منلي او ددې رواياتو راويان يې په هېرونه او تېروتنه تورن کړي، ځکه حضرت عمر او زوى يې حضرت عبدالله له پېغمبره (ص) په سم ډول روايت راخستى نه دى. لکه چې حضرت ابن عباس هم وايي: دا روايات د حضرت عمر خبره ده، نه د پېغمبر لکه چې ابى مليکه وايي: په مکه کې د حضرت عثمان يوه لور وفات شوه جنازې ته يې له حضرت عبدالله بن عمر او حضرت عبدالله بن عباس سره ورغلوو. زه د دواړو ترمنځ ناست وم. حضرت عبدالله د حضرت عثمان زوى ته وويل: ولې خلک له ژړا نه منع کوې؟ له رسول الله مې واورېدل چې ويې ويل: مړى يې د خپلوانو په ژړا عذابېږي. حضرت ابن عباس يې په ځواب کې وويل: حضرت عمر دا خبره کړې، حضرت ابن عباس زياته کړه: حضرت عمر چې د ټپ له وجهې پر کټ پروت و، حضرت صهيب د پېغمبر اصحابي په ژړا ورته راغى او له ځان سره يې ويل: و اخاه و اصاحباه! فقال عمر يا صهيب اتبکى على و قد قال رسول الله (ص): ان الميت ليعذب ببعض بکاء اهله عليه. ابن عباس وايي: د حضرت عمر تر مړينې روسته مې عايشې بي بي ته دا حديث ووايه. ويې ويل: رحم الله عمر والله ما حدث رسول الله، ان الله ليعذب… و لکن رسول الله (ص) و قال: ان الله ليزيد الکافر عذاباً ببکاء اهله عليه و قالت حسبکم القرآن و لائزر وزارة وزر اخرى. قال ابن عباس عند ذللک: و الله هو اصحک و ابکى. قال ابن ابى مليکه: و الله ما قال ابن عمر شيئاً، خداى دې پر عمر ولورېږي! پر خداى قسم چې پېغمبر (ص) بيخي دغسې نه دي ويلي؛ بلکې ويلي يې دي: خداى د کافر عذاب د ده د خپلوانو په ژړا زياتوي. بيا يې وويل: په دې اړه د قرآن څرګندونه درته بسيا ده چې وايي: (( هېڅوک د بل د ګناه پېټى نه وړي)) تر دې روسته ابن عباس دا جمله وويله چې خداى خندول او ژړول کوي. ابن ابى مليکه وايي: د ابن عباس خبره چې پاى ته ورسيده، عبدالله بن عمر چپ شو او څه يې ونه ويل[35]))

دا حديث ښکاره کوي چې حضرت ابن عباس د حضرت عمر حديث او نهې ته یې دغسې مخونه ورکوي چې د حضرت عمر هغه حديث کچه کړي چې پېغمبر پر خپلو مړيو د کفارو د ژړا په اړه ويلي. دا استدلال په (( صحيح بخاري)) کې راغلي احاديث هم تاييدوي، ځکه يهودانو پر خپلو مړيو ژړل او پېغمبر خبر کړل چې دا ژړاګانې به له دوى نه د جهنم عذاب را کم نه کړي؛ خو حضرت عمر انګېرلې وه چې مسلمانان دې هم پر خپلو مړيو نه ژاړي!

٢_ په بل روايت کې راغلي: (( د ام المومنین عايشې په وړاندې يادونه وشوه چې حضرت عبدالله بن عمر له پېغمبره (ص) يو حديث روايتوي چې مړى يې د خپلوانو په ژړا په قبر کې عذابېږي. عايشې بې بې وويل: د ابن عمر هېر شوي؛ بلکې پېغمبر (ص) ويلي: انه ليعذب بخطيئته و ذنبه و ان اهله ليبکون عليه الان: مړى په قبر کې د خپلو ګناهونو په پار عذابېږي، حال دا همدا اوس يې خپلوان ورپسې ژاړي[36]))

٣_ عايشې بي بي په بل روايت کې ويلي: (( انکم لتحدثون عن غير کاذبين ولا مکذ و بين و لکن السمع يخصى[37]))

مطلب دا دى چې حضرت عمر او حضرت عبدالله په لوى لاس په پېغمبر پورې دروغ تړلي نه دي، حديث يې په تېرو کې ترې اورېدلى دى.

د عبدالرحمن د لور عمره په روايت کې راغلي دي: (( انه لهم يکذب و لکنه اخطا اونسى[38]))

د ابى داوود او نسايي په روايتونو کې راغلي دي: (( قالت انما مر رسول الله (ص) على قبر فقال: ان صاحب هذا ليعذب و اهله يبکون عليه ثم قرات: )ولا تزر وازرة اخرى[39]))

رسول اکرم (ص) له يوه قبره تېرېده چې خاوند يې پر عذاب و او خپلوانو يې ورباندې ژړل؛ نو دا آيت يې ولوست: (( څوک د بل د ګناه پېټى نه وړي)).

پورته رواياتوته په پامنيوي په ډاګه کېږي،چې عايشه ام المؤمنين او حضرت ابن عباس هڅه کوي چې له پېغمبره (ص) د رواياتو په رواياتولو د ژړا او وير په اړه د پېغمبر (ص) دريځ مشخص کړي او ويلي يې دي چې دغسې روايات له قرآن سره اړخ نه لګوي او څه چې په دې اړه پېغمبر(ص) ويلي په کفارو پورې اړوند دي. لکه چې حضرت (ص) څو ځل په ډاګه عمر (رض) ته ويلي دي: (( دوى پرېږده چې وژاړي)).

٤_ حضرت ابن مسعود، حضرت ثابت بن زيد او حضرت قرظة بن کعب وايي: (( پېغمبر اکرم (ص) د کړاو پر وخت د ژړا اجازه راته کړې ده[40]))

٥_ حاکم نيشابوري له حضرت ابوهريره روايتوي چې ويې ويل: (( پېغمبر (ص) په يوې جنازې پسې روان و، او حضرن عمر بن خطاب هم ورسره و. حضرت عمر د ښځو ژړا واورېده، او له دې کاره يې منع کړې. رسول الله (ص) وويل: دَعْهُنَّ يَا عُمَرُ فَإِنَّ الْعَيْنَ دَامِعَةٌ , وَالْقَلْبَ مُصَابٌ , وَالْعَهْدَ : عمره! دوى پرېږده، ځکه سترګې ژاړي نفس کړاو ليدلى او ژمنه نژدې ده[41]))

راوړل شويو رواياتو ته په پامنيوي، څرګندېږي چې د اهلسنتو له ليدلوري، ویربولي چې جوړېږي او د شرع پر خلاف کړنې پکې ونشي څه ممانعت ورته نشته او د اهلسنتو په سرچينو کې د ویربولۍ د جوړېدو د حرمت لپاره کوم دليل نشته؛ نو له همدې لامله د (( نووي په شرح)) کې له ځينو مالکي عالمانو روايت شوى چې ژړا حرامه نه ده؛ خو څه چې حرام دي د جاهليت د زمانې کړه وړه دي چې بايد مخنيوى ترې وشي[42] .

پر دې سربېره د اصحابو سيرت ازبادوي چې د ژړا مخالف روايات پوره نه دي؛ لکه چې د درېيم خليفه حضرت عثمان (رض) پر مړينه يې وير کړى. د رسول اکرم مېرمن ام حبيبه رضى الله عنها وايي: (( يو تن مې د عثمان له وينو لړلى کميس سره عبدالله بن ابى دبيعه _د عياش بن ابى دبيعه ورور_ ته ورولېږه چې د عثمان له وژنې خبر شي، فلما ورد عليه الرسول، خرج الى الناس و معد المنبر و اخبر هم بقتله و نشر قميصه على المنبر و بکى و بکى الناس معه و انشاء يقول: اتانى امر فيه للناس غمة و فيه بکاء للعيون طويل… چې خبر شو، خلکو ته ورغى او پر منبر يې خلک د عثمان له وژنې خبر کړل. بيا يې دده کميس راواخيست او ويې ژړل. خلکو هم وژړل. بيا يې يوه مرثيه وويله: له يوې خبرې خبر شوم چې خلکو ته به ستر غمونه راولاړ کړي او تر دې خبر روسته به سترګې اوږدې وژاړي…[43]))

شعبي وايي: د حضرت عثمان په وير کې مې د (( کعبه)) له اشعارو غوره مرثيه اورېدلې نه ده[44].

همدغسې د ډېرى اصحابو کرامو رضى الله عنهم په مړينه کې مرثيه ويل شوي چې بېلګې يې د ابن حجر عسقلاني په (( الاصابة فى تمييز الصحابة)) کتاب کې راغلې دي.

 

پر مړيو د ژړا په هکله د حضرت عمر (رض) سيرت:

له ځينو رواياتو څرګندېږي چې د حضرت عمر عملي سيرت ددې رواياتو پر خلاف و. په خپله يې څو څو ځل ژړلي او يا يې د نورو د ژړا مخه نيولې نه ده چې څو بېلګې يې دا دي:

١_ سفيان بن سلمه پر حضرت خالد بن وليد د وير په باب وايي: (( د بني مغيره ښځې د خالد په کور کې راټولېدې او ژړل يې، عمر (رض) خبر شو چې د خالد په کور کې غونډه ده چې وير پکې کېږي او له ځينو يې ناغوره خبرې اورېدلېږي، څوک يې مخنيوى ته ورولېږه. ورته يې وويل: خير دى چې پر ابو سليمان وژاړي؛ خو په دې شرط چې ويښتان پراننځي، چټي او باطلې خبرې ونه کړي[45]))

٢_ په بل روايت کې راغلي دي: (( لم تبق مراة من المغيرة الا وضعت لمتها على قبر خالد، يعنې حلقت راسها[46]))

عبدالله بن عکرمه وايي: (( د خلکو له خبرې اریانېږم چې وايي عمر بن خطاب (رض) د وير مخه نيوه حال دا، د خالد بن وليد تر مرګ روسته د بني مغيره ښځو په مکه او مدينه کې اوه شوا روزه ژړل، ګرېوانونه يې څېرل او مخونه يې وهل، په دې ورځو کې يې خيراتونه ورکول، تردې چې دا موده پوره شوه؛ خو عمر (رض) يې مخه ونه نيوه[47]))

٣_ ابوعثمان وايي:

(( چې حضرت عمر د نعمان ابن مقرن المزني له مرګه خبر شو، له کوره راووت، پر منبر يې خلک خبر کړل، بيا يې لاس پر سر کېښود او ويې ژړل[48]))

٤_ د عمر (رض) ورور، زيد بن خطاب (رض) ومړ او دوست يې چې د بني عدي بن کعب له ټبره و، مدينې ته راغى چې د حضرت عمر سترګې پرې ولګېدې، ويې ژړل، ويې ويل: (( زيد دې پرېښود او راغلى![49]))

٥_ د حضرت عبدالله بن عمر په سيرت کې هم راغلي چې کله د (( حجر بن عدی)) له شهادته خبر شو ويې ژړل، د خبر اورېدو پر مهال په بازار کې و: ((فاطلق حبوته وقام و قد غلبه انحيت)) ورسره څیزونه يې پرېښوول، ودرېد، په چغو چغو يې وژړل.[50]

 

 

شپږمه برخه

ویربولي د اهلسنتو د فقهاوو له ليدلوري

آیا پر مړيو ژړا ښه ده

په (( فتاوى الهندية فى مذهب الامام ابى حنيفه)) کتاب کې پر مړيو د ژړا په اړه راغلي: (( فاما البکا من غير رفع الصوت فلا باس: بې چغو ژړا څه توپير نلري[51]))

د پېغمبر (ص) په سيرت د اهلسنتو د فقهاوو استدلال

په تېر کتاب کې راغلي: (( و البکاء مع رقة القلب فلا باس به: د زړه له سوزه ژړا څه توپير نه لري)).

په ((فتاوى الغاثيه)) کتاب کې راغلي: (( و البکاء لا باس به کما روى ان النبى صلى الله عليه [و اله] وسلم بکى على ابنه ابراهيم: ژړا څه توپير نلري، ځکه روايت دى چې پېغمبر (ص) د خپل زوى ابراهيم پر مرګ ژړلى دي[52]))

د شافعيه او حنابله وو ليدلورى

عبدالرحمن الجزايري په ((الفقه على امذاهب الاربعه[53])) کتاب کې پر مړيو د ژړا په باب د شافعي او حنبلي عالمانو نظر راوړى او کاږي: (( قال الشافعية و الحنابلة انه مباح اماهطل الدموع بدون صياح فانه مباح با تفاق: ژړا د شافعيانو او حنبليانو له ليد لوري روا ده؛ لکه چې ټول عالمان يوه خوله دي چې بې چغو ژړا مباح ده[54]))

 

د سبُکي ليدلورى

د اهلسنتو ستر څېړونکى علامه (( سبُکي)) وايي:

(( که ژړا پر مړي د زړه سوي او د خداى له عذابه د ډار له لامله وي؛ نو کراهت نلري او له رواياتو پوهېږو چې ژړا تر مرګ وړاندې روا ده؛ لکه چې تر مرګ روسته هم، ځکه پېغمبر اکرم صلى الله عليه [و آله] وسلم د خپلې يوې لوڼې پر قبر ژړلي دي[55]))

 

اوومه برخه

د اهلسنتو د عالمانو په مړينه کې ویربولي

د امام جويني (رح) په مړينه کې ويربولي

په تاريخ کې راغلي چې خلکو د اهلسنتو د وګړو د مړينې له پاره د وير مراسم جوړ کړي دي، لکه امام جويني (٤٧٨ س مړ) ته یي ویربولي کړې ده. ذهبي يې مړينه او د وير مراسم دغسې يادوي: ((ړومبى يې په خپل کور کې خاورو ته وسپاره او بيا يې د ده تنه مقبرة الحسين ته يووړه. په ماتم کې يې منبر مات شو، بازارونه بند شول او په غم کې يې ډېرې مرثيي وويل شوې. ده څلور سوه زده کړيالان او طالبان درلودل د خپل استاد په غم کې يې خپل قلمونه او قلمدانونه مات کړل او يو کال ویربولي يې وکړه او يو کال يې پګړۍ پر سر نکړې، تردې چې چا د پګړۍ پر سرولو جرات نه کاوه. په دې موده کې يې په ښار کې وير کاوه او په فرياد او چغو کې يې د افراط لار ونيوه[56]))

 

د امام احمد حنبل (رح) په مړينه کې ویربولي

خطيب بغدادي په ((بغداد تاريخ)) کې له ((ورکاني)) روايتوي چې د امام احمد حنبل په مړينه کې، مسلمانانو، يهودو، نصاراوو او زردشتتيانو ویربولي کوله[57].

 

د عبدالمؤمن (رح) په مړينه کې ویربولي

ذهبي دعبدالمؤمن د جنازې د مراسمو په څرنګوالي کې کاږي: (( فغشينا اصوات طبول، مثل ما يکون من العساکر حتى ظن جمعنا ان جيشاً قدقدم: د ډهولونو غږونو هر غږ تت کړى و؛ لکه څه چې په پوځ کې کېږي. دومره غږو غوږ و چې ګومان مو وکړ کوم لښکر بريد کړى دى[58]))

 

د ابن جوزي (رح) په مړينه کې ویربولي

ذهبي د ابن جوزي د مړينې (٥٩٧ س مړ) په غبرګون کې ليکي: (( په ميړنه يې بازارونه وتړل شول، ډېر خلک يې په جنازه کې ول او ګرده د روژې (رمضان) مبارکه مياشت يې دده د قبر خوا ته تېره کړه او د قرآن کريم څو ختمونه يې وکړل او له ځانونو سره يې شمعې او ډيوټونه راوړي وو. د شنبې پر ګهيځ مو د وير مراسم جوړ کړل، ويناوالو خبرې وکړې او ډېرو پکې ګډون کړى و او د وير مراسم تر سره شو[59]))

 

د ابن تيميه (رح) په مړينه کې ویربولي

ابن تيميه (رح) چې پر ٧٢٨س ومړ، پنځوس زره تنه نارينه او ښځينه ترې راتاو او ژړل يې او چې دده جنازه يې بدرګه کوله يو لک تنه ورپسې ول، تکبيرونه يې ويل او ژړل يې او څوک چې د جنازې په مخ کې روان و، چغې يې وهلې چې بايد دغسې د اهلسنتو جنازه وشي چې کله يې د ابن تيميه مړى غسل ته کېښود؛ نو ړومبى پرې نارينه ورمات شول او د ده تنه يې ښکلوله او بيا ښځې یو له بله مخکې کېدې چې ښکل يې کړي. لارويانو يې د غسل اوبه د تبرک لپاره وڅښلې او د تغسيل پاتې ((سدر)) يې په خپلو کې وويشل او د ده پر جنازه يې چې کومه پرده اچولې وه په يو سلو پنځوس ديناره يې وپلوره او هم په درملو ککړه ټوټه يې چې پر غاړه پرته وه، په يو سلو پنځوسو دينارو وپلوره[60].

ډېرو شاعرانو او له دې ځنې ((شمس الدين ذهبي)) يې په غم کې اشعار جوړ کړل[61] .

 

 

اتمه برخه

ویربولي د پېغمبراکرم (ص) په سيرت کې

د پېغمبر اکرم (ص) سنت د اسلام د احکامو د پېژندنې دويمه سرچينه ده. د نبي کريم (ص) ويناوې، کړه وړه او تقريرات په سنتو کې شمېرل کېږي. په دې اړه قرآن کريم وايي:

مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لاَ يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (حشر/ ٧ آيت: ) = څه چې الله ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته ورکړي؛ نو دا یوازې د الله ، استازي، (د رسول الله) خپلوانو، پلارمړیو، مسكينانو او مسافرو لپاره دي چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې د (الله) استازي درکړي، وا يې خلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛ نو ډډه ترې وكړئ او د الله له (مخالفته) ځان وساتئ چې الله سخت عذابى دى.

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا(احزاب/ ٢١ آيت ) = په يقين، د الله د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده چې الله او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او الله ډېر يادوي.

د تېرو آيتونو په پامنيوي، ګرد مسلمانان ګروهن دي چې د پېغمبر (ص) سنت په ټولو اړخونو کې ورته بېلګه دي. ویربولي هم چې د مسلمانانو يوه مهمه انديزه – فکري مساله ده؛ نوځکه په دې باب د آنحضرت (ص) چلن راته غوره لارښود کېداى شي. حضرت نبي (ص) د ډېرو وګړيو په مړينه ژړلي او د وير د غونډو د جوړولو سپارښتنه يې کړې ده، بېلګې يې دا دي:

د خپلې مور حضرت آمنې بي بي پر قبر يې ژړا

يوه ورځ نبي کريم (ص) د خپلې مور قبر ته ورغى او دومره يې وژړل چې ورسره ملګرو يې هم وژړل. حضرت ابوهريره وايي: (( زار النبى قبر اُمه فبکى و بکى من حوله: پېغمبر (ص) د خپلې مور قبر ته ورغى، ويې ژړل او شاوخوا کسانو يې هم ورسره وژړل[62]))

 

پر فاطمې بنت اسد د پېغمبر اکرم (ص) ژړا

د علي (ک) مور، فاطمه بنت اسد چې مړه شوه؛ نو نبي کريم (ص) يې د جنازې لمونځ وکړ، په قبر کې يې کېښووه، ويې ژړل او ويې ويل: خداى دې له مورني پلوه خير درکړي، په رښتيا چې ښه مور وې[63].

 

پېغمبر د خپلې لور پر قبر وژړل

حضرت انس بن مالک وايي: (( شهدنا بنتاً لرسول الله جالساً على القبر، قال: فرايت عينيه تدمعان…: په مدينه کې د پېغمبر يوه لوڼه وفات شوه. د جنازې او ښخولو په مراسمو کې يې وم، ومې ليدل چې رسول اکرم (ص) يې پر قبر ژړل [64]….))

 

پېغمبر اکرم (ص) د خپل زوى ابراهيم پر مړينه وژړل

حضرت انس بن مالک وايي: (( له نبى اکرم (ص) سره ابوسيف کره ورغلوو چې مېرمن يې ابراهيم ته شيدې ورکولې. آنحضرت (ص) ابراهيم په غېږ کې ونيو، ښکل يې کړ او ويې نازاوه. څه موده روسته ورغلم چې د ابراهيم ځنکدن و. ومې ليدل چې پېغمبر (ص) ژړل. عبدالرحمن وويل: يا رسول الله: ولې ژاړې؟ حضرت (ص) ويل: دا د رحمت ژړا ده. زياته ېې کړه: سترګې ژاړي او زړه له سخته غمه سوځي؛ خو د حق د رضا پر خلاف خبره به ونکړم، بيا يې وويل: ابراهيمه! په بېلتانه کې دې غمجن يوو[65]))

ابن ماجه په همدې اړه له حضرت انس بن مالک ځنې روايتوي: (( د ابراهيم تر مړينې روسته، نبي اکرم (ص) وويل: چې ويې ګورم بيا يې کفن کړئ، پر ابراهيم ورټيټ شو، او ويې ژړل)).

حضرت جابر بن عبدالله انصاري وايي: (( ابراهيم د ځنکدن پر سخت حالت کې و، پېغمبر (ص) له عبدالرحمن بن عوف سره راننووتل. حضرت (ص) ابراهيم یې په غېږ کې ونيو او په لمن کې يې کېښود، سخت خپه و او ژړل يې. عبدالرحمن وويل: تاسې خو د ژړا مخه نيوه، ولې ژاړئ؟ ويې ويل: د ژړا مخه مې نيولې نه ده؛ بلکې دوه ډوله چغې مې منع کړي چې معمولاً احمق او فاجر خلک يې وهي يو هغه چغې دي چې د مصيبت پر مهال يې وهي، مخ وهي او ګرېوان څيروي او بل هغه ډول چغې دي چې د خوشحاليو پر مهال يې د شيطان د غږونو په څېر کوي[66]))

 

پر حضرت حمزه (رض) دنبي اکرم (ص) وير

د احد په غزا کې (٧٠) تنه شهيدان شول چې د نبي (ص) تره حضرت حمزه (رض) هم پکې و، د مجاهدينو په تېره د حمزه (رض) شهادت، پر مسلمانانو او پېغمبر(ص) سخت پرېووت او خورا خپه وو. داسې چې پېغمبر (ص) مدينې ته په راستنېدا کې د انصارو له کورونو راتېرېده چې پر خپلو شهيدانو يې د انصارو د ښځو ژړاګانې واورېدې، سترګې يې ډکې ډکې شوې ويې ويل:(( لکن حمزة لا بواکى له: حمزه ته څوک نه ژاړي[67]))

واقدي د صدر اسلام تاريخپوه کاږي: (( د اُحد تر پېښې روسته، حضرت صفيه د حمزه (رض) خور، پېغمبر (ص) ته راغله. يو شمېر انصارو يې مخه ونيوه. حضرت (ص) وويل: راپرېږده يې د پېغمبر (ص) مخې ته کيناسته چې په ژړا به شوه، پېغمبر (ص) به هم ورسره ژړل، که په جيګه به يې ژړل، پېغمبر (ص) به هم په جيګه ورسره ژړل او که فاطمې به ژړل؛ نو ده مبارک به هم ورسره ژړل[68]))

مشهور تاريخپوه محمد بن جرير طبري له شيوخ بن سلمه روايتوي: (( پېغمبر د بني عبدالاشهل او بني ظفر انصارو له کورونو تېرېده چې د احد پر شهيدانو يې ژړل، سترګې يې له ژړا ډکې شوې ويې ويل: حمزه ته څوک نه ژاړي، سعد بن معاذ او اسيد بن خضير چې دده مبارک ياران وو، د بني عبد الاشهل کورونو ته چې راغلل، ښځو ته يې وويل چې وير مو پرېږدئ او حمزه کره ورشئ او د پېغمبر (ص) تره ته وير وکړئ[69]))

ابن عبدالبر وايي: (( د پېغمبر اکرم (ص) دې وينا: (( لکن حمزه لا بواکى له)) داسې اغېز وکړ چې هرې ښځې به ړومبى حمزه ته ژړل او بيا خپل مړي ته[70]))

ابن هشام مشهور سيرت پوه په خپل کتاب ((سيرة النبويه: ٣/١٥٩ _ ١٧٣ مخونو)) کې کاږي: د اُحد تر پېښې روسته ډېرو شاعرانو، شهيدانو په تېره سيد الشهدا حمزه (رض) ته مرثيې وويلي لکه: حسان بن ثابت، کعب بن مالک، عبدالله بن رواحه، ضرار بن خطاب او صفيه بي بي (رضى الله عنهم).

 

د موته غزا پر شهيدانو د رسول اکرم (ص) ماتم

حضرت انس بن مالک وايي: (( پېغمبر اکرم (ص) د موته غزا د بولندويانو د شهادت تر خپرېدو مخکې وويل: زيد، جعفر او عبدالله رواحه شهيدان شوي دي. بيا يې وويل: په پيل کې د جګړې مشري زيد بن حارثه کوله، تر شهادت روسته يې جعفر بن ابى طالب بولندوى شو او د ده په شهادت پسې عبدالله لښکر مشر شو چې دا هم شهيد شو، بيا يې وژړل[71]))

 

د جعفر بن ابیىطالب په شهادت کې د پېغمبر اکرم(ص) ماتم

اسماء د جعفر بن ابيطالب مېرمن وايي: (( د جعفر د شهادت پر ورځ، پېغمبر اکرم (ص) کره ورغلم، راته يې وويل: اسماء، د جعفر زامن چېرې دي؟ زامن مې ورته راوستل. پېغمبر (ص) په غېږ کې ونيول ويې نازل، بيا يې وژړل، ومې ويل لکه چې د جعفر څه خبر راغلى دى؟ ويې ويل: هو، نن شهيد شو[72]))

واقدي روايتوي: (( پېغمبراکرم (ص) خپلې لور فاطمې ته وويل، درې ورځې د جعفر کورنۍ ته خواړه ورکړه. تر هغې ورځې روسته د پېغمبر (ص) په زړه کې د جعفر او زيد بن حارثه د شهادت سوز و داغ و چې کله به کور ته راننووته، ورته يې ژړل[73]))

 

د عثمان بن مظعون (رض) پر مړينه د نبي اکرم (ص) ژړا

عثمان بن مظعون (رض) يو عزتمن صحابي و، ړومبى مسلمان و چې په مدينه کې ومړ چې پېغمبر(ص) او ياران يې ورباندې خپه شوو، پرې يې وژړل او د حضرت (ص) په امر يې په بقيع کې ښخ کړ. ام المؤمنين عايشه وايي: (( رسول اکرم (ص) د عثمان بن مظعون مړى ښخ کړ او ژړل يې او په بله وينا اوښکې يې بهېدې[74]))

 

پر خپل ځوځات (عترت النبي) د پېغمبراکرم (ص) ژړا

حافظ ابوبکر ابن ابى شيبيه له حضرت عبدالله بن مسعودروايتوي چې ويې ويل: (( له رسول اکرم (ص) سره له يوې ډلې اصحابو سره ناست وو، يو شمېر بني هاشم ورته راغلل، د پېغمبر (ص) سترګې چې پرې ولګېدې ژړغونى شو او رنګ يې واوخوت. ابن مسعود (رض) وايي: ورته مې وويل: په څېره کې دې خپګان وينم. ويې ويل: موږ داسې اهلبيت يو چې متعال خداى پر دنيا، آخرت راته غوره کړى دى. تر ما روسته اهلبيت به مې له کړاوونو سره مخ شي او له خپلو ښارونو به وشړل شي. تردې چې له ختيځه به يو قوم له تورو بيرغونو سره راشي او حق به وغواړي. خو امت به حق نه ورکوي، له ناچارۍ به په مبارزه لګيا شي او خپلې غوښتنې به وروړاندې کړي؛ خو ورسره به يې ونه مني، تردې چې چار به زما يوه اهلبيت ته ورپرېږدي. دنيا به له عدل و داده دومره ډکه کړي لکه چې له ظلمه تر خولې رارسېدلې وه، له تاسې چې څوک دا زمانه درک کړي، بايد ملاتړ يې شئ، که څه پړمخ پر يخ روان وي[75]))

 

د سعد (رض) په عيادت کې د پېغمبر اکرم (ص) ژړا

سعد(رض) د خزرج ټبرمشر و چې د اسلام په پرمختګ کې يې ډېرې هڅې کړې دي. حضرت عبدالله بن عمر وايي: (( سعد ناروغ و، او له خپلې ناروغۍ يې ډېر شکايت کاوه. پېغمبر اکرم (ص) له عبدالرحمن بن عوف، سعد بن ابى وقاص او ابن مسعود سره يې پوښتنې ته ورغى. سعد بې هوښه و. حضرت (ص) وويل: د سعد پوره راغلې ده، بيا يې وژړل، يارانو يې هم وژړل، بيا يې وويل: ((ألا تَسْمَعُونَ إنَّ اللهَ لا يُعَذِّبُ بِدَمْع الْعَيْنِ، ولا بِحُزْنِ القَلْبِ، ولكنْ يُعَذِّبُ بِهَذَا وأشَارَ إلى لِسَانِهِ أوْ يَرْحَمُ)) [لکه چې يو شمېر اصحابو د حضرت (ص) پر ژړا نيوکه کوله] او حضرت (ص) يې په ځواب کې وويل: نپوهېږئ چې خداى څوک د سترګو په اوښکو او زړګني درد نه عذابوي؟ بيا حضرت (ص) ژبې ته اشاره وکړه، ويې ويل: يوازې ژبه ده چې د انسان د عذاب لاملېږي؛ خو داچې خداى پر خپل بنده ولورېږي او عذاب يې نه کړي[76])) .

 

 

نهمه برخه

ویربولي د اصحابو کرامو (رضی الله عنهم) په سيرت کې

د خپلوانو او دوستانو پر مړينه وير کول نه يوازې غندل شوي نه دي؛ بلکې پېغمبر (ص) تاييد کړي هم دي او لکه چې مخکې وويل شول نبوي سيرت هم همدا شان راښيي. اصحاب اکرام رضى الله عنهم د پېغمبر د سنتو او سيرت په لاروى د خپلو خپلوانو په تېره د رسول اکرم (ص) پر مړينه وير وکړ چې بېلګې يې دا دي:

 

د رسول اکرم(ص) پر مړينه د اصحابو ماتم

بني کريم (ص) چې له دنيا ولاړ؛ نو خپلوانو، يارانو او اصحابو يې ورپسې ماتم وکړ لکه:

١_ حضرت زهرا، لور بي بي يې په ماتم کې:

د پېغمبر لور او د تن ټوټې يې، د دواړو نړيو د ښځو اغلې د خپل پلار په وير کې داسې اشعار ويلي چې د انسان زړه خپه کوي.

ابن عبدربه په (( العِقد الفريد٣/٢١٨)) کې وايي: فاطمه، د خپل پلار رسول الله (ص) قبر ته ودرېده، اشعار يې وويل چې پښتو مفهوم يې دا دى:

(۱) موږ د ځمکې په څېر چې باران پرې ونه ورېږي، ته مو له لاسه ورکړې او تر تا روسته وحې او کتاب رانه غيب او پټ شو (نور نو وحې او قرآن نه نازلېږي).

(۲) کاشکې تر تا مخکې مړه شوې واى، او ستا د مرګ خبر مې نه اورېده او خاورې ستا او مرګ ترمنځ بېلتون راوړى واى.

ابن اثير په النهايه (٣/١٥٦) او د تاج العروس کتاب (٢/٢٠٦) ليکوال د يو حديث د روايت په ترڅ کې ويلي: فاطمې د پېغمبر (ص) تر مړينې روسته وويل:

(۱) پلار جانه! تر تا روسته داسې فتنې او پېښې راولاړې شوي؛ نو که ته واى نه پېښېدې.

(۲) چې ته مو له لاسه ووتې، د هغې ځمکې په څېر شوو چې باران پرې نه ورېږي، امت او قوم دې سست او ګډوډ شو؛ نو شاهد پرې وسه او مه غايبېږه.

قاري د ترمذي د ((الشمائل)) کتاب په شرح (٢/٢٦٣) کې راوړې: په (( شرح السنة)) کتاب کې له انس (رض) څخه په روايت راغلي دي: فاطمې راته وويل: (( انسه! څنګه مو زړه کېده چې پر پېغمبر (ص) خاورې واړوئ. بيا يې د پېغمبر (ص) د قبر څه خاوره راواخسته، پر سترګو يې کېښوده او څو بيتونه يې وويل…)).

قسطلاني هم په ((ارشاد الساري فى شرح صحيح البخاري)) کې دا اشعار او روايت راوړى دى.

زيني دحلان په (السيرة النبوية ٣/٣٩٣_ ٣٩٤ مخونه) کې د فاطمې اشعار راوړي دي.

٢_ د پېغمبر اکرم (ص) ترور، صفيه بي بي د حضرت په ماتم کې اشعار ويلي چې ابن عبدالبر په الاستيعاب (٤/٣١٢ مخ) کې راوړي دي.

٣_ حسان بن ثابت (رض) د رسول اکرم په مړينه کې اشعار ويلي چې ابن هشام په خپل سيرت (٤/٦٦٦_ ٦٧١ مخونه) کې راوړي چې د يو يې پښتو مفهوم دا دى:

(۱) پر خداى قسم يوه مور هم د پېغمبر (ص) په څېر زوى دوه ځانې شوې نه ده او يوې مور هم د اسلامي لارښود پېغمبر په څېر زوى زيږولى نه دى…

(۲) څوک مو ترمنځ و چې رڼا کولو يې او هغه مبارک، عادل او ارشاد و…

٤_ ابو سفيان بن حارث بن عبدالمطلب بن هشام، د بني اکرم (ص) په مړينه کې د وير اشعار ويلي چې ابن عبدالبر په الاستيعاب (٤/١٤٤) کتاب کې راوړي دي.

٥_ اب، ذؤيب هذلي د بني کريم (ص) په مړينه کې اشعار ويلي چې د پورته سرچينې په (٩٧_٩٨) مخونو کې راغلي دي.

٦_ ابو هيثم بن تيهان د پېغمبر اکرم (ص) په وير کې اشعار ويلي چې ابن حجر عسقلاني په الاصابه (٤/١٨٦) کې يو بيت يې راوړى دى.

٧_ ام رعله د پېغمبر اکرم په وفات کې اشعار ويلي چې په اورېدو به يې د انصارو په کورونو کې ژړا پېلېده چې د پورته سرچينې په ٢٧٦ مخ کې راغلي دي.

٨_ عامر بن طفيل د پېغمبر په ماتم کې اشعار ويلي چې د پورته سرچينې په درېيم ټوک، ٥٤ مخ کې راغلي دي.

٩_ سواد بن قارب د حضرت رسول اکرم (ص) په غم کې اشعار ويلي چې سهيلى په الروض الانف (٣/٢٤٩) کتاب کې راوړي دي.

 

د حضرت حمزه سيد الشهدا په ماتم کې د اصحابو کرامو ویربولي

١_ صفيه بي بي د خپل رور حمزه (رض) په وير کې اشعار ويلي چې ابن هشام په خپل کتا (سيرت ٣/١٦٧) کې له ابن اسحاق څخه روايت کړي دي.

٢_ کعب بن مالک (رض) د حمزه (رض) په وير کې اشعار ويلي د پورته سرچينې په ١٥٨ او ١٦٢ مخونو کې راغلي دي.

٣_ حسان بن ثابت(رض) د حمزه (رض) په شهادت کې اشعار ويلي چې ابن هشام په خپل کتاب (سيرت ٣/١٥٥_١٥٦) کې راوړي دي.

 

د عبيد(رض) په مړينه کې د کعب بن مالک انصاري (رض) وير

ابن هشام په خپل سيرت (٣/٢٥) کې وايي: ابن اسحاق وويل: عبيد د حارث بن عبدالمطلب زوى چې په بدر غزا کې د پښې د ټپ له لامله له نړۍ ولاړ، کعب بن مالک انصاري (رض) يې په غم کې اشعار وويل.

حسان بن ثابت (رض) د حمزه بن ابى طالب (رض) او د موته غزا د شهيدانو په اړه د غم اشعار ويلي چې ابن هشام په خپل کتاب (سيرت ٤/٣٨٦، ٣٨٧ او ٣٨٨ مخونه) کې راوړي دي.

نعم د خپل مېړه شماس (رض) په غم کې چې په احد غزا کې شهيد شوى و، اشعار ويلي چې بيا يې رور ابو حکم د سعيد بن يربوع زوى د خپلې خور اشعار ځوابولي. ټول ابن هشام (٣/١٦٨) راخستې دي.

د عثمان بن مظعون (رض) مېرمن د خپل مېړه په ماتم کې [ابن عبدالبر په الاستيعاب (٣/٨٩) کتاب کې اوړي] چې کله عثمان بن مظعون ومړ، نو مېرمن يې په وير کې اشعار وويل چې پښتو مفهوم يې دا دى:

  • سترګو! بې احسانه د عثمان بن مظعون په وير کې وژاړئ.
  • پر هغه چې تل د خپل پنځکر او خالق د رضا تر لاسه کولو په لټه کې و؛ خوشحالي دې ورباندې وي چې پر دغسې حالت ولاړ او خاورو ته وسپارل شو.
  • بقيع او د (( غرقد)) ونې ورته ښه ميشت ځاى شو او په کومې ځمکې کې چې ښخ شو، پرې رڼا شوه.
  • زړه به مې تر مرګه ورپسې خپه وي.

 

 

لسمه برخه

پر امام حسين د پېغمبراکرم ویربولي

د اسلام په تاريخ کې د عاشورا او کربلا پېښه يوه زړه بګنوړی او نه هېرېدونکى مصيبت دى، داسې چې پېغمبر (ص) يې په اړه څو ځل خبرې کړي او ددې پېښې د وړاندوينې او د پېښېدو د څرنګوالي په ترڅ کې يې پر خپل مظلوم زوى امام حسين ژړلي دي. په دې برخه کې، د ګردو مسلمانانو د سرچينو په روايت ددې پېښې په اړه د حضرت (ص) سيرت څېړو:

١_ د امام حسين (رض) د زوکړې پر مهال د پېغمبر اکرم (ص) ژړا.

حافظ احمد بن حسين بيهقي له امام علي بن الحسين څخه په روايت او دا يې له اسماء بنت عميس نه روايتوي چې ويې ويل: (( د حسنينو په زوکړه کې ستا د ادې قابله وم. چې امام حسين وزيږېد رسول الله راغى، راته يې وويل: اسماء! زوى مې راوله. په سپين روڼي کې مې ورکړ. په ښي غوږ کې يې ورته اذان او په کيڼ کې اقامه وويله په غېږ کې واچو او ويې ژړل! ومې ويل: مورو پلار مې درځار، ولې ژاړي؟ ويې ويل: دې زوى ته مې ژاړم! ومې ويل: دا خو نوزيږى دى. ويې ويل: اسماء! زوى به مې ظالمان ووژني، خداى به يې قاتلین زما له شفاعته برخمن نکړي! بيا يې وويل: اسماء! فاطمې ته دا خبره مه کوه، ځکه تازه يې بچى شوى دى[77]))

دا په اسلام کې ړومبى مجلس و چې رسول اکرم (ص) پکې د امام حسين وير ته وژړل او تاريخ له آدم (ع) تر خاتمه (ص) کله هم دغسې پېښه نه ده ليدلې چې کوم زوى زيږېدلى وي او د خوشحالۍ د غونډې پر ځاى دې ماتم مجلس جوړ کړي او د زوکړې په لومړي سات کې دې د مبارکۍ پر ځاى د نوزيږي د شهادت خبره وکړي!

٢_ د ام الفضل خوب او د پېغمبر اکرم (ص) تعبير

ام الفضل وايي: رسول اکرم (ص) ته ورغلم، ورته مې وويل، تېره شپه مې يو غمجن خوب ليدلى. حضرت (ص) وويل: خوب دې ووايه. ومې ويل: په خوب کې مې وليدل چې ته وا، له مبارکې تنې دې يوه ټوټه رابېله او په غېږ کې مې کېښوول شوه! حضرت (ص) وويل: (( ښه خوب دې ليدلى، د فاطمې به زوى وزيږي او په غېږ کې به یې لويى شي څه موده روسته يې حسين وزيږېد لکه څنګه چې رسول اکرم (ص) ويلي و. يوه ورځ پېغمبر (ص) ته ورغلم، حسين يې په غېږ کې ونيو ويې ژړل، ومې ويل: رسول الله (ص)! مورو پلار مې درځار! څه درباندې شوي؟ ويې ويل: جبرييل راغى او خبر يې کړم چې امت مې زوى مې حسين وژني. ومې ويل: دا زوى دې؟ ويې ويل: هو. بيا يې سره خاوره راکړه[78])) .

٣_ د ام المؤمنين ام سلمه رضى الله عنهاپه کور کې د پېغمبر (ص) وير حضرت ام سلمه وايي: حسنينو مې په کور کې د پېغمبر (ص) په مخ کې لوبې کولې، جبرييل راغى، ويې ويل: (( محمده! امت به دې ستا حسين زوى شهيد کړي. رسول اکرم (ص) وژړل، حسين يې په سينې پورې ونيو، ويې ويل: دا خاوره دې درسره امانت وي. خاوره يې بوى کړه، ويې ويل: ام سلمه! چې کله دا خاوره د وينې په څېر سره شوه، پوه شه چې حسين شهيد شوى دى[79])) .

يادونې وړ ده چې ام سلمه بي بي د پېغمبر (ص) ترورزى ده او د علي (ک) او فاطمې د واده مراسم د ده په کور کې تر شوي دي. پر (( اصحاب کسا)) د ((سپېڅلتيا آيت)) دده په کوې کې نازل شوى او پېغمبر (ص) په همدې پېښه کې د خير په بهير کې وګڼله. ام سلمه بي بي له اهلبيتو سره سخته مينه درلوده. د امام حسين له شهادته چې خبره شوه، په خپګان يې وويل: په رښتيا يې داسې کړي؟ خداى دې يې قبرونه له او رين کړي! بيا يې وژړل آن چې بې هوښه شوه او راولوېده. د ام سلمې سخت خپګان لامل شو چې د امام حسين ویربولي دود شي[80].

امام حسين به دې ته مور ويله او دې به هم ورته زوى وايه. امام باقر(رح) ويلي: (( امام حسين چې عراق ته د تلو هوډ وکړ، ام سلمه ورته وويل: ګرانه زويه چېرې ځې؟ ويې ويل: مورې! عراق ته مې د تلو نيت دى[81])) .

ام سلمه بي بي د اوو کالو په شاوخوا کې د پېغمبر اکرم (ص) مېرمن وه او تر پنځوسو کلونو ډېره د نبوي کورنۍ له امامانو سره په ناسته پاسته او اړيکو کې وه او ددې عزتمنو په خواله ساتيو – رازدارو کې ګڼل کېده. د ((جامعې)) کتاب چې د رسول الله (ص) املاء او علي (ک) ليکلى و، علي (ک) ده ته امانت ورکړى و.

٤_ د ام المؤمنين حضرت زينب (رضى الله عنها) په کور کې د پېغمبر اکرم (ص) وير

حافظ ابويعلى د جحش له لور زينب څخه روايتوي: (( يوه ورځ رسول اکرم (ص) راکره و، حسين هم چې نوى درېده دلته و، د رسول الله (ص) کوټې ته راننووت. ومې نيو. ويې ويل: خوشې يې کړه. خوشې مې کړ، اودس يې وکړ، پر لمانځه ودرېد ، حسين يې په غېږ کې نيولى و چې رکوع ته تله، پر ځمکه يې کېښووله، تر لمانځه روسته کېناست او ويې ژړل. ومې پوښتل: يا رسول الله (ص)! نن مې يوه داسې موضوع درنه وليده چې کله مې هم په څېر يې درڅخه ليدلې نه وه. ويې ويل: جبرييل راغى، خبر يې کړم چې امت دې دا ماشوم وژني. جبرييل ته مې وويل، خاوره يې راوښيه. جبرييل سره بخنه خاوره راته راوړه[82])) .

٥_ د ام المؤمنين حضرت عايشې (رضى الله عنها) په کور کې د پېغمبر اکرم (ص) ژړا

عايشه بې بې وايي: جبرييل، رسول اکرم (ص) ته راغى، په دې وخت کې حسین راننووت او د نبي اکرم (ص) پر شا او اوږو ښکته پورته کېده او لوبې يې کولې. جبرييل وويل (( محمده! ژر به دې امت درنه روسته فتنه وکړي او دا کوچنى زوى به دې تر تا روسته ووژني، بيا جبرييل لاس (اوږد) کړ او سپين رنګې خاوره يې راوړه، ويې ويل: زوى دې په دې سيمه کې وژل کېږي، نامه يې ((طف)) ده! جبرييل چې ولاړ، حضرت (ص) خاوره پر لاس ژړل او يو شمېر اصحابو ته چې ابوبکر، عمر، على حذيفه، عمار او ابو ذر [رضى الله عنهم] پکې ول، ورغى، ويې ويل: جبرييل خبر کړم چې زوى مې حسين، تر ما روسته په طف نامې سيمې کې وژل کېږي او دا خاوره يې راوښوده چې دا خاوره به يې د شهادت او قبر ځاى وي[83])) .

٦_ د امير المؤمنين علي (ک) په کور کې د رسول اکرم (ص) ژړا

ابو الحسن عبيدلي عقيقي په (( اخبار المدينه)) کې له علي (ک) په روايت وايي: (( رسول الله (ص) مو کور ته راغى، خزيره خواړه مو چمتو کړي وو. ام ايمن هم يوه کاسه شيدې او يوه ټوکرۍ کجورې رالېږلې وې. خواړه مو په ګډه وخوړل، د حضرت (ص) لاسونه مو پرې منځل، حضرت (ص) خپل لاس، پر سر، مخ او ږيره راښکود، بيا يې مخ پر قبله په دعا لاسونه پورته کړل او ژړغونى يې درې ځل ځان وغورځاوه. لامل مې ترې ونشو پوښتلاى په دې ترڅ کې حسين ورتر شا شو، بيا رسول اکرم (ص) وژړل. حسين وويل: پلارجانه! داسې څه مې درنه وليدل چې په څېر يې درڅخه مې نه و ليدلي! رسول اکرم (ص) وويل: زويه! په ليدو دې هومره خوشحال شوم چې تر اوسه هومره خوشحال شوى نه وم؛ خو دوست مې جبرييل راغى او ستا له وژنې يې خبر کړم او وژنځى به مو خپور وور وي، دې خبر خورا خپه کړم، له خدايه مې درته خير وغوښت[84]))

٧_ د حسين د شهادت په اورېدو د رسول اکرم (ص) ژړا

په روايت کې راغلي: امام حسين دوه کلن و، پېغمبر (ص) يو سفر ته وته. په ړومبي قدمونو کې ناڅاپي تم شو، ويې ويل: (( انا لله و انا اليه راجعون)). بيا يې وژړل، د ژړا لامل ترې وپوښتل شو. ويې ويل (( هذا جبرئيل يخبرنى عن ارض بشط الفرات يقال لها کربلا يقتل فيها الحسين بن فاطمه – همدا اوس جبرييل د شط فرات په څنډه کې له هغې سيمې خبر کړم چې نامه يې کربلا ده او حسين د فاطمې زوى به پکې وژل کېږي.)) د ده د وژونکي په اړه وپوښتل شو؟ ويې ويل: ((رجل يقال له يزيد و کانى انظر الى مصرعه و مدفنه – د زوى وژونکى به مې د يزيد په نامې يو سړى و او همدا اوس په خپلو سترګو د حسين د وژنې او ښخولو ځاى وينم.))

بيا پېغمبر (ص) له سفره خپه راستون شو. سفر يې نيمګړى پرېښود، په خطبې پسې يې ښى لاس د امام حسن پر سر او کيڼ لاس د امام حسين پر سر کېښود، بيا يې اسمان ته په دعا لاسونه پورته کړل ويې ويل: (( اللهم ان محمد عبدک و رسولک و نبيک و هذان اطائت عترتى و خيار و ذريتي و… اللهم فبارک له فى قتله و اجعله من سادات الشهدا اللهم ولا تبارک فى قاتله و خاذله – الهي! محمد دې بنده، استازى او پېغمبر دى او دا دواړه، د اهلبيتو پاکان، غوره او د ځوځات مې جرړې دي. دا دواړه مې په امت کې په خپلې ځايناستې پرېږدم، خدايه د حسين شهادت مبارک کړې او د شهيدانو ښاغلى يې کړې، خدايه، وژونکى او خواروونکى يې برکتي نه کړې!))

پېغمبر چې دا خبره وکړه، په جومات کې ناستو خلکو وژړل، حضرت (ص) وويل: (( اتيکون ولا تنصرونه؟)) ايا راته ژاړئ او ملاتړ يې نه کوئ؟ تر دې روسته له جوماته رابهر شو، څو شېبې روسته غوسناک او په اوختى رنګ جومات ته راستون شو او ژړغوني يې وويل: (( ايها الناس انى ترکت فيکم الثقلين کتاب الله و عترتى اهل بيتي و مزاج مائى و ثمرى لن يفتر قاحتى يردا على الحوض و انى لا اسئلکم فى ذالک الا ما امرنى دبى ان اسئلکم المودة فى القربى، قانظر وا ان لا تلقونى عذاً على الحوض و قد البغختم عترتى و ظلمتموهم: خلکو! دوه ګرانبيه څيزونه درته پرېږدم، د خداى کتاب او عترت (ځوځات) مې چې زما د مزاج له اوبو او د بدن له ثمرې سره ګډ دى. دا دواړه (کتاب الله _ عترت) تر هغه يو له بله نه بېلېږي چې د کوثر حوض پر غاړه راته راشي، او زه د خپلو اهلبيتو په هکله بې له مينې او دوستۍ بل څه نه غواړم او په دې اړه مې پالوونکى راته امر کړى دى. نو پام مو چې د قیامت پر ورځ د کوثر پر غاړه ليده کاته درسره ونه کړم چې زما له اهلبيتو سره مو دښمني کړي وي او پر دوى مو تېرى کړى وي[85]))

 

 

يوولسمه برخه

 

پر امام حسين د اصحابو کرامو (رضى الله عنهم) ویربولي

د اصحابو سيرت ته په کتنې ډېر ځايونه په سترګو کېږي چې دوى هم امام حسين ته ماتم کړى، ژړلي يې دي چې څو بېلګې يې دا دي:

١_ له کربلا سيمې په تېرېدو کې د حضرت علي (ک) وير.

ابن عباس ( رض) وايي: له علي (ک) سره په صفين جګړه کې د نينوا له سيمې تېر شو، راته يې وويل: (( ابن عباسه! دا سيمه پېژنې؟ ومې ويل: نه مشره. علي وويل: که زما په څېر دې پېژنده، نه ترې تېرېدې؛ خو دا چې زما په څېر به دې ژړل. ويې ژړل، ان چې ږيره يې لمده شوه او پر سينه يې هم اوښکې بهېدې. موږ هم ورسره وژړل. علي (ک) وويل: هېښتيا ده زموږ له آل ابو سفيان و آل حرب، شیطاني حزب او د کفر له مشرانو سره څه کار؟! پر همدې حال يې وويل: عبدالله! زغمناک اوسه، صبر کوه، ډېر يې وژړل، موږ هم ورسره وژړل، داسې چې علي پړ مخ ولويد او بې هوښه شو او څه وخت روسته په هوښ شو)).

اصبغ بن نباته(رض) هم وايي: (( له امام علي سره د کربلا له ځمکې تېرېدو، د شهيدانو د سپرېدو، پلي کېدو او وژنې ځايونه يې راوښوول ويې ويل: په دې ځاى کې د آل محمد ځينې ځوانان وژل کېږي چې اسمانونه او ځمکې به پرې وژاړي[86])) .

دغسې عبدالله بن نجى يې له پلاره روايتوي: له علي سره صفين جګړې ته روان وو چې ناڅاپه علي (ک) چغه کړه: (( ابا عبدالله! د فرات په څنګ کې تم شه، ومې ويل، څه شوي؟ ويې ويل: يوه ورځ رسول اکرم (ص) ته ورغلم او ژړل يې، ومې ويل: يا رسول الله! چا خپه کړى يې؟ ولې ژړغونى يې؟ ويې ويل: نه! بلکې جبرييل راغى او په فرات کې يې د حسين له وژنې خبر کړم او ويې ويل، خاوره يې غواړې؟ ومې ويل هو! بيا يې د هغه ځاى يو موټى خاوره راکړه، له هغه وخته مې اوښکې نه درېږي[87])) .

پر خپل زوى امام حسين د امام علي (ک) ژړا، په يوازې ځان لارويانو ته يې پوره حجت دى، ځکه علي (ک) د محمد مطفى (ص) د علم د ښار ور، د نوح بېړۍ ته ورته، باب حطه او هغه دى چې حق و حقيقت يې پر چورليز چورلي… .

٢_ پر امام حسين د ابن عباس (رض) وير.

سبط بن حوزي په تذکرة الخواص ١٥٢ مخ کې کاږي: (( له کله چې امام حسين شهيد شو؛ نو ابن عباس تر ړوندوالي ورپسې ژړل)).

٣_ پر امام حسين د انس بن مالک (رض) ماتم:

قندوزي حنفي په ((ينابيع الموده)) کې روايتوي: (( چې ابن زياد ته يې د امام حسين مبارک سر راوست، په يوه خانک کې يې کېښود او په خپله لکړه يې د امام غاښونه وهل، ويل يې: ددې غاښونو په څېر مې غاښونه ليدلي نه دي. انس (رض) ورسره و، ويې ژړل او ويې ويل: حسين ډېر رسول اکرم (ص) ته ورته دى[88])) .

٤_ پر امام حسين د زيد بن ارقم (رض) وير.

په روايت کې راغلي: ((زيد بن ارقم (رض) د عبيد الله بن زياد په مجلس کې ناست و، دا صحنه يې چې وليده، ابن زياد ته يې وويل: لکړه دې د حسين له سر او غاښونو لرې کړه، پر خداى قسم، په ځلونو شاهد وم چې رسول اکرم (ص) د حسين شونډې او غاښونه موچې کول، بيا زيد بن ارقم (رض) وژړل، ابن زياد وويل: که صحابي نه واى وژلې مې. زيد بن ارقم (رض) ددې خبرې په اورېدو پاڅېد، ويې ويل: خلکو! تردې روسته، د غير الله بندګان شوئ، ځکه د فاطمې زوى مو وواژه او د ابن مرجانه زوى مو خپل امير کړ، پر خداى قسم دا به ستاسې نېکان ووژني او بد کاران به درباندې لاسبري او تاسې به خپل بندګان کړي. هغه دې د خداى له لورنې لرې وي چې په ذلت او خوارۍ خوشحاله شي. بيا يې وويل: د زياد زويه! اوس يو روايت درته وکړم چې درته به درندوي او ښه دې غوسه کوي: يوه ورځ نبي اکرم (ص) امام حسن په ښي ورون او امام حسين په کيڼ ورون کېنولي وو. بيا يې لاسونه د دواړو پر سرونو کېښوول او دعا يې وکړه: خدايه! زه دا دواړه زامن مې او وړ مؤمنان (چې په تفاسيرو کې په امام علي تفسير شوى دى) درسپارم. اوس اى د زياد زويه! د رسول اکرم (ص) سپارل شوي درسره څنګه دی او څرنګه ورسره وچلېدې؟![89])) .

 

۵-پر امام حسين د ام المؤمنين ام سلمه رضى الله عنها ویربولي

ابن عباس (رض) وايي:

(( په خپل کور کې ويده وم، د ام سلمه د کور په سختو ژړاګانو راويښ شوم، ورغلم. د مدينې ډېر نارينه او ښځې راټولې شوې وې. ومې ويل: ولې دومره ژاړئ؟ چا ځواب رانه کړ. ام سلمې هاشمې ښځو ته وويل: )) د عبدالمطلب لوڼو! راسره واړئ او راشئ چې وژاړو. پر خداى قسم، ستاسې ښاغلى او د جنتي ځوانانو ښاغلى يې شهيد کړ، پر خداى قسم چې د رسول الله (ص) ځوځات او خوشبويه ګل شهيد شو[90])) .

ابن عباس وايي_ ومې پوښتل چا خبر کړئ؟ ويې ويل: همدا اوس مې رسول الله (ص) په خوب کې وليد چې د وړې ورباندې وې، ورته مې وويل: ولې پر مخ دې دوړې پرتې دي؟ ويې ويل: (( زوى مې حسين او کورنۍ يې ووژل شوه، د دوى جنازې مې ښخې کړې. ام سلمه وايي: له خوبه راويښه شوم او هغه خاوره مې ساتلې وه چې جبرييل پېغمبراکرم (ص) ته ورکړې وه، ومې ليده چې وينه شوې وه! _ابن عباس وايي_ هغه ورځ پر حسين د ماتم، وير او غم ورځ وه)).

امام احمد بن حنبل د ابن عباس روايت داسې راوړى: (( پېغمبر (ص) مې د عاشورا پر ماسپښين په خوب کې وليد چې خپه او دوړې پرې پرتې وې. په لاس کې يې د وينې بوتل و! ورته مې وويل: رسول الله (ص)! مورو پلار مې درځار، دا بوتل څه دى؟ ويې ويل: دا د حسين او يارانو يې وينه ده چې نن يې له ګهيځه په راټولو لګيا وم. ابن عباس وايي: دا ورځ مې ياد وساتله، بيا جوته شوه چې حسين پر هماغه وخت شهيد شوى دى![91]))

حافظ ترمذي هم په ((الجامع الصحيح)) کې له ((سلمى)) همدا خوب له حضرت ام سلمې رضى الله عنها روايت کړى دى.

د امام حسين، اتلسو تنو اهل بيتو او ٥٣ تنو يارانو تر شهادت روسته يې د پېغمبر اکرم د مېرمنو په شتون کې له ام سلمه بي بي کره د وير غونډه جوړه شوه.

عماد الدين ادريس قريشي په ((عيون الاخبار)) کې روايتوي: چې ام سلمه د امام حسين له شهادته خبره شوه، په نبوي جومات کې يې قبه او توره خيمه ولګوله او تورې جامې يې واغوستې[92]))

د هاشميانو او د پېغمبراکرم د مېرمنو ویربولي، مسلمانانو ته غوره دليل دی چې ویربولي ژوندۍ وساتي، په تېره دا چې د امام حسن تر شهادت روسته د امام حسين په شتون کې د هاشميانو ویربولي او د امام حسين تر شهادت روسته د امام زين العابدين او امام باقر په شتون کې يې ویربولي.

٦_ د امام حسين پر شهادت د بني هاشمو د ښځو ویربولي

احمد بن ابى عبدالله برقى له عمر بن علي بن الحسين نه روايتوي: (( د حسين بن علي تر شهادت روسته د بني هاشمو ښځو تورې جامې او د وژغن پېړې جامې اغوستې او له تودوخې او سړښته يې شکايت نه کاوه او پلار مې علي بن الحسين ویرجنو ته خواړه چمتو کول[93])) .

د هاشميانو دا کړه وړه او سيرت _چې د نړۍ عزتمنې ښځې وې_ لکه د سيد الشهدا خويندې، مېرمنې او لوڼې او نور بني هاشم او د ام سلمې او زينب کبرا په څېر ښځې چې د امام سجاد په شتون کې يې ویربولي کوله، راته ښه بېلګه کېداى شي.

خالد بن سرير، امام صادق وپوښت: د پلار، مور، رور يا خپلوان په مړينه کې د جامو څېرولو حکم څه دى؟ ورته يې وويل: (( د حسين بن علي په شهادت کې فاطمي ښځو ګرېوانونه څيرې او خپل مخونه يې زخمي کړل او په دغسې پېښو دغسې ښايي[94]))

شيخ عباس قمي په ((منتهى الامال)) کې ددې حديث تر روايت روسته کاږي: (( له دې حديثه د عصمت کورنۍ عظمت څرګندېږي. ځکه امام د سيد الشهداء په مصيبت کې د علي او فاطمې د لوڼو کړنې دليل راوړي چې څرګنده کړي په ویر او غم کې يې د شرع پر خلاف کوم کار نه دى کړى او د دوى سيرت، جواز راکوي)).

د امام حسن عسکري (رح) په سيرت کې هم روايت شوى چې ده د خپل پلار امام هادي په مړينه کې يې خپل ګرېوان څيرې کړى و او د (( ابن عون)) نيوکه يې وځوابوله: (( ناپوهه! څه پوهېږې. حضرت موسى (ع) هم خپل رور هارون (ع) ته ګرېوان څيرې کړ[95])) .

له همدې لامله، نه يوازې ددې کړنې په جواز قايل دي؛ بلکې ځينې د امام حسن عسکري د کړنې په پار د استحباب حکم يې هم لرې نه دى ګڼلى[96].

 

 

دولسمه برخه

پر امام حسين د تابعينو ویربولي

تابعين هغوى ته وايي چې پېغمبر (ص) يې ليدلى نه وي؛ خو دده مبارک اصحاب يې ليدلي وي. تابعينو هم د اصحابو په څېر د رسول اکرم (ص) پر سنتو د تلو لار خپله کړې او پر امام حسين يې وېرنه او ویربولي کړې ده، له دې:

١_ پر امام حسين د حسن بصري (رح) ويربولي.

ابن جوزي وايي:

(( لما بلغ الحسن البصري قتل الحسين بکى حتى اختلج صد غاه ثم قاله و ازل امة قتلت ابن بنت نبيها و الله ليردن راس الحسين الى جسده ثم لينتقمن له جده و ابوه من ابن مرجانة: حسن بصري چې د حسين بن علي له وژنې خبر شو، سخت يې وژړل، داسې چې اوږې یې لړزېدې، له ځان سره يې ويل: هغه امت ذليل دى چې د خپل پيغبر د لور زوى شهيد کړي. پر خداى قسم د حسين سره به خپلې تنې ته ورستون کړاى شي او بيا به نيکه او پلار يې له ابن مرجانه کسات واخلي![97]))

٢_ د مختار ثقفي ویربولي

مختار تر حج روسته، کربلا ته راغى او د حسين بن علي د قبر زيارت يې وکړ، درود يې ورباندې ووايه، قبر يې ورښکل کړ، ويې ژړل او ورته يې وويل: ((زما مولا! ستا پر نيکه، پلار او مور قسم، پر لارويانو او اهل بيتو دې قسم، پر دې ګردو قسم، څو ستا له وژوونکيو مې غچ اخستى نه وي؛ خواړه به ونه څکم[98])) .

٣_ د کربلا شهيدانو تر څنګ د توابينو ویرنه او ویربولي

د امام حسين له شهادته لا څلور کاله تېر شوي نه وو چې د توابينو خوځښت پيل شو او شعار يې دا و: ((يا لثارات الحسين= وای د حسین غچ اخستونکیو)).

د سليمان بن صُرد خزاعي په مشرۍ ډېر خلک راټولېږي او هوډ کوي چې د کربلا شهيدانو غچ واخلي او د پېغمبر (ص) د زوى په اړه يې چې ناغېړي کړې عذر وغواړي؛ نو کربلا ته راځي او د شهيدانو د وژنځاى (مشهد) تر څنګ د وير غونډه جوړوي. د امام حسين پر قبر په چغو چغو ژاړي: (( صاحوا صيحة واحدة بالعويل و البکاء و اقاموا عنده يوماً و ليلة يبکون ويتضرعون قائلين اللهم ارحم حسينا الشهيد بن الشهيد اللهم انا نشهدک انا على دينهم وسبيلهم اعداء قاتليهم: په سراسر وژنتون کې د ژړا او چغو انګازې لوړېږي، يو شواروز په زاريو، دعا او مناجات لګيا کېږي او له خدايه بښنه غواړي. امام حسين ته هم دعا کوي او خداى د شهيدانو د دين او لارې پر لاروى او د دوى له وژوونکيو سره په دښمنۍ شاهد نيسي[99]))

بيا د شهيدانو له قبر سره وداع او خداى پاماني وکړه او د اهل بيتو له دښمنانو سره يې په جګړې لاس پورې کړ او په نهايت کې يې خپله وظيفه عملي کړه او يو شمېر کسان يې ووژل.

٤_ پر امام حسين د کوفيانو، شاميانو او مدينوالو ویربولي

د امام حسين تر شهادت روسته يې دده کورنۍ اسير کړه، په پيل کې يې کوفې ته راوسته. ډېر خلک يې ليدو ته راغلي وو. حضرت زينب (د حضرت علي لور) او امام سجاد ته د وينا زمينه برابره وه، دوى له فرصته په ګټنې وينا وکړه. حضرت زينب يوه اورينه وينا واوروله چې له ځانګړي وضاحت او بلاغه برخمنه وه. خلک راويښېږي او خبرېږي او ژاړي. امام زين العابدين کوفیان رټي: ((اتنوحون و تبکون: ايا وير کوئ او ژاړئ؟!)).

خزيمه اسدي وايي: (( کوفې ته ولاړم، على بن الحسين او نور بنديان يې کوفې ته راوستي وو، د دوى راتلل او ويناوو دومره اغېز کړى و چې د کوفې ښځو سخت ژړل[100]))

په شام کې هم ورته پېښه وشوه او د يزيد په ماڼۍ کې د خوشحالۍ غونډه پر ماتم واوړېده چې کله يې د امام حسين سر يزيد ته کېښود: (( بکى الناس و بکى اهل داره: خلو او کور والاوو وژړل)). د حضرت زينب سترګې د رور په غوڅ سر ولګېدې او په خورا خپګان يې وويل: (( يا حسيناه! يا حبيب رسول الله (ص)! يا ابن مکة و منى! يا ابن بنت المصطفى! فابکت والله کل من کان حاضراً فى المجلس و يزيد ساکت[101]))

د بنديانو کاروان چې چېرې تله، پردې سربېره چې پر خلکو به يې روحي، او مانيز اغيز شينده، د وير غونډه يې هم جوړوله. مدينې ته تر تلو روسته، په ښار کې يو ستر بدلون رادبره شو، ته وا قيامت جوړ شو، نر و ښځو، لوى و وړو، پردې غمجنه پېښه غمجن شول او ويې ژړل. عمر رضا کحاله په (( اعلام انساء فى عالمى العرب والاسلام)) کتاب کې ليکي: چې کله د بدنيانو کاروان مدينې ته ورسېد، د عبدالمطلب د ټبر يوه ښځه راووته، ژړل يې او دا شعر يې وايه: (( که پېغمبر ترې وپوښتي چې تر ما روسته زما له اهل بيتو سره څرنګه وچلېدئ، څه به ووايي؟ يو شمېر يې شهيدان او يو برخه يې بنديان کړل! ايا دا مې بدله ده چې ستاسې په نصيحت کې مې څه کوتاهي نه وه کړې؟! ايا درسره لازم و چې د خپلوانو په اړه مې دغسې ناوړه وچلېږئ؟![102]))

(( ابن جوزي)) وايي: (( چې له بنديانو سره يې مدينې ته د امام حسين سر راوست څوک په مدينه کې پاتې نشول، ټول خلک راووتل او چغې يې وهلې[103]))

حضرت ام البنين _فاطمه بنت حزام_ د حضرت عباس، عبدالله، جعفر او عثمان (رحمة الله عليهم) مور چې دوى په کربلا کې شهيدان شوي وو، هره ورځ به يې د عباس بن علي د زامنو لاسونه نيولي و، بقيع ته به راتله او وير به يې کاوه. يو شمېر خلک به هم راټولېدل او ژړل يې. ان مروان حکم چې د اهل بيتو او بني هاشمو غليم و، هم ژړل[104].

امام زين العابدين د مدينې په وره کې وينا اوروله او په ترڅ کې يې هغو کړاوونو ته هم اشاره کوله چې پرې تېر شوي وو. امام تر څښتن ستاينې روسته وايي: (( خلکو! ستاينوړ خداى په سترو کړاوونو ازمېښت کړو. په اسلام کې ژور درز رادبره شو. امام حسين ووژل شو او د ده ښځې او اولادونه يې بنديان کړل، د ده سره يې پر نيزو په ښاراونو کې وګرځاوه چې دې ته يو کړاو هم وررسېداى نشي. خلکو! په تاسې کې چې کوم نارينه ومري: نو څوک يې پر مرګ _مطلب يې د امام حسين شهادت دى_ خوشحالېږي؟ او کوم زړه پرې نه غمجنېږي؟ او کومې سترګې پرې نه ژاړي؟ داسې څوک لا نه و وژل شوى چې اسمانونو پرې سخت وژړل. هو په غم و مصيبت کې يې سمندرونو او څپو، مقربو پرښتو او ګردو اسمانوالو وژړل! خلکو! کوم زړه به يې له وژنې ونه چوي، کوم زړه به ورته چغې ونه کړي؟ او کوم غوږونه به چې په اسلام کې ددې راغلي درز داستان واوري کاڼه نشي؟ خلکو! په غم او له کورنۍ لرې کډوال شو، ته وا چې د تُرک او کابل اولاد يو، نه مو څه ګناه کړې او نه مو په اسلام کې کوم درز رامنځته کړى. پر خداى قسم که پېغمبر (ص) د خپلو سپارښتنو پر ځای د وژنې امر کړی وای؛ نو کوم ظلم یې چې راسرهه وکړ، تر دې ډېر یې نه شو کولای[یعنې بې خرته ظلم یې راباندې وکړ] چې خورا ظلم يې راباندې وکړ. انا لله و انا اليه راجعون، له واکمن او څارنوال خدايه ددې کړاو ثواب او بدلې ته سترګې پر لار يو[105])) .

 

ديارلسمه برخه

پر امام حسين د اهل سنتو ویربولي

د کربلا تر پېښې روسته هرې ډلې د خپلو آدابو او ځانګړي فرهنګ له مخې پر امام حسين ویربولي کړې، اشعار يې ويلي، ليکنې يې کړي او د وير غونډې يې جوړې کړې دي.

عبدالجليل رازي پر ٥٦٠ س په ((النقض)) نامې يو کتاب ليکى چې د ګردو هغو اهل سنتو نامي واعظانو نامې يې راوړي چې د کربلا شهيدانو ته يې ویربولي کړې او په وينا يې بې له متعصبينو؛ نورو ګردو مسلمانو که سني وي يا شيعه، پر نبوي کورنۍ چې کوم ظلم شوی، خپل خپګان يې پرې څرګند کړى دى.

 

اهل سنتو امام حسين ته مقتل کاږلى:

پر هغه پېر کې د مقتل نويسۍ په نامه يو ډول تاريخ ليکنه دود وه چې هغه مصايب يې پکې ليکل چې د امام حسين پر کورنۍ تېر شوي وو. په شپږمه سپوږميزه پېړي کې ارواښاد خطيب خوارزمي د ((مقتل الحسين)) په نامې يو کتاب وکښه چې د امام حسين د فضايلو او مصايبو په اړه يې پکې څوارلس موضوعګانې راټولې کړې دي.

 

د ((روضة الشهدا)) کتاب:

ارواښاد ملا حسين واعظ کاشفي (٩١٠ س مړ) د ((مواهب علية)) يا (( تفسير حسينى)) ليکوال چې سني او شيعه دواړو ته د احترام وړ دى او دا ړومبى سني عالم دى چې په فارسي ژبه يې پر ٩٠٨س د (( روضة الشهداء)) کتاب وليکه، د کتاب په سر کې څه کړاوونه چې پر رسول اکرم (ص) تېر شوي کاږلي، بيا يې ياده کړې چې د نبي کريم (ص) خورا ستر مصيبت دده د زوى حسين شهادت دى. تر ده وړاندې هم مقتلونه ليکل شوي؛ خو داچې دا په فارسي ژبه دى؛ نو ډېر په خولو کې لوېدلى دى. د کتاب په يوه برخه کې کاږي: (( پېغمبراکرم (ص) ويلي: ما اوذى نبى مثل ما اذيت: يعنې يو پېغمبر هم په څېر مې ځورول شوى نه دى؛ نو په همدې دليل د هېڅ پېغمبر له کورنۍ سره يې دا جفا نه ده کړې چې د نړۍ د سردار له کورنۍ سره يې وکړه، او له دې ځنې د کربلا شهيدانو پېښه ده چې يو غوږ هم دغسې پېښه اورېدلې نه ده.

تا د هر هست واقعه زين صعب تر نديد
هر کان خبر شنيد کسش با خبر نديد
چشم زمانه بر ورق چرخ قصه اى
پر سوز تر ز حال بشير و بشر نديد

 

زیاتوی:

اما شافعي په ((مرآة الجنان)) کتاب کې راوړي چې ابن عبدالبر له حسن بصري روايت کړى دى: د کربلا په پېښه کې له ابى عبدالله الحسين سره د اهل بيتو شپاړسو تنو د شهادت شربت وڅښه چې پر هغه وخت او ورځ څوک يې پر ځمکه ورته نه و.

په آثار کتاب کې راغلي چې _من بکى على الحسين او تباکى وجبت له الجنة_ شيخ جار الله علامه ويلي: څوک چې پر حسين وژاړي، جنت ورته واجبېږي او څوک چې پردې مصيبت ژړغونى وښيي د _من تشبه بقوم فهومنم_ په حکم د وجب له الجنه_ په ژمنه کې راځي.

په مصابيح القلوب کې راغلي چې يوه ورځ کعب الاحبار مدينوال له هغه فتنو خبرول چې په کتابونو کې يې لوستې وو. د خبرو په ترڅ کې يې وويل: ستره پېښه به، د حسين بن علي وژنه وي او لوستي مې دي چې د حسين د وژنې پر ورځ، اوه اسمانونه په وينو ژاړي…)).

بر قتل حسين ارض و سما ګريند
از عرش علا تابه ثرى مى ګريند

ماهى ته آب و مرغ در روى هوا
در ماتم شاه کربلا مى ګريند[106]

 

 

د ارواښاد شاه عبدالعزيز دهلوي ویربولي:

شاه عبدالعزيز دهلوي په هندوستان کې د ديوبند عالمانو يو ډاډمن عالم دى چې په محرم مياشت کې يې د وير غونډه جوړوله، او په خپله وايي: (( په ټول کال کې د فقير په کور کې دوه غونډې جوړېدې يوه د حضرت رسول اکرم (ص) د شريف وفات غونډه او بل د حسين رضى الله عنه د شهادت غونډه. د عاشورا پر ورځ، نژدې څلور سوه، پينځه سوه؛ بلکې زرتنه راټولېږي، درود وايي، بيا فقير راځي او کېني او د حسين رضى الله په باب په احاديثو کې راغلي فضايل څرګندوي او هغه څه هم وايي چې په دې احاديثو کې ددې عزتمنو د شهادت په اړه راغلي، په دې ترڅ کې حضرت ام سلمې او نورو اصحابو چې له پېريانو او پرښتو (جن وپري) ځينې مرثېي اورېدلي، ويل کېږي په دې ترڅ کې په ښه اواز ويرجن نعمتونه هم ويل کېږي چې زړونه نرموي، زه فقير او ناست ژړېږو[107]))

 

څوارلسمه برخه

پر امام حسين د اهلسنتو د ویربولۍ مخينه

د اهلسنتو د تاريخي سرچينو له مخې، رسول اکرم (ص) ړومبى تن و چې د حسين بن علي د شهادت خبر يې ورکړ، او د ده پر مظلوميت يې وژړل چې د همدې کتاب په لسمه برخه کې يې روايات راغلي دي. ام المؤمنين ام سلمه رضى الله عنها او حضرت علي (ک) څو څو ځل امام حسين ته ژړلي. په روايت کې راغلي: (( چې جبرييل حضرت پېغمبر (ص) ته د کربلا د خاورې يو موټى راووړ او دده له شهادته يې خبر کړ، ويې ژړل او دا خاوره يې بوى کړه[108]))

 

تر عاشورا روسته ړومبۍ ویربولي

طبري په خپل تاريخ کې راوړي چې د کربلا تر پېښې روسته د يزيد لښکر د امام حسين کورنۍ له وژنتونه تېره کړه؛ نو دلته يې خور حضرت زينب چې د حسين په وينو ککړه او بې سره تنه وليده، يو وير يې پرې کړى چې دغسې يې ګزارش ورکوي: (( د محرم پر يوولسمه، عمر سعد امر وکړ چې د امام حسين تر وژنې روسته دې لښکر له کربلا ووځي. د غليم لښکر د عمر سعد د حکم له مخې د امام حسين ښځې، لوڼې؛ خويندې او کوچنيان هم له ځان سره بوتلل او د تُرک او روم د بنديانو په څېر يې حرکت ته اړ کړل. ښځو ترې وغوښتل چې د امام حسين د وژنتون له څنګه يې تېر کړي، او همداسې وشول، دوى چې د وژل شويو (ټوټې ټوټې) تنې وليدې، چغې يې کړې او مخونه يې وهل. راوي وايي: پر خداى قسم چې په دوى کې مې زينب (س) د علي (ک) لور نه هېرېږي، ځکه امام حسين ته يې ژړل او په غمجن غږ او خپه زړه يې ويل: اه اى محمده! د اسمان پرښتې درود درباندې وايي، دا ستا حسين دى چې په خپلو وينو کې ککړ دى. ووينه چې تنه يې ټوټه ټوټه شوې ده. ووينه چې لوڼې دې بنديانې بوتلل کېږي. موږ ددې قوم له لاسه، خداى، محمد مصطفى، علي مرتضى، فاطمة الزهرا او حمزه سيد الشهداء ته شکايت وروړو.

 آه اى محمده! دا دې حسين دى چې پر ځمکه په يوې څنډ کې پروت دى او د سبا نسيم يې پر بې سا تنې خاورې ورشيندي. دا ستا حسين دى چې حرمونو وژلې دى. حسينه! هى هى پر تا له دې راغلي خپګان او کړاوه. ته وا چې نن مې نيکه رسول الله (ص) له نړۍ تللى دى. د محمد يارانو! دوى؛ خو د پېغمبر ځوځات دى چې بنديان بوتلل کېږي.

آه اى محمده! ووينه چې لوڼې دې بنديانې بوتلل کېږي او ځوځات دې وژل شوى دى او د سبا باد پرې خاورې ورشيندي. دا حسين دى چې سر يې له بيخه غوڅ شوى دى. ووينه چې پګړۍ او چپن يې ورلوټ کړې ده. پلار مې له حسينه ورځار چې دده د خيمې موګي يې ونړول، پلار مې تر هغه ورځار چې زه ترې ور ځار يم. پلار مې تر هغه ورځار چې د مرګ تر شېبې غوسه و. پلار مې تر هغه ځار چې تږى له نړۍ ولاړ، پلار مې تر هغه ځار چې له ږيرې يې وينې څڅېدې، پلار مې تر هغه ځار چې نيکه يې د اسمانونو د خداى استازى و، پلار مې تر هغه ځار چې د هدایت پېغمبر نمسى و. له محمد مصطفى ورځار، له خديجه کبرا ورځارر، له علي مرتضى ورځار، له فاطمة الزهرا ورځار، او تر هغه ورځار چې لمر ورته راستون شو او لمونځ يې وکړ)).

په غځېدا يې وايي: (( د زينب په دې خبرو حاضرو دوستانو او دښمنانو وژړل[109]))

طبري په ٤٥٥ مخ کې، د امام حسين د مشهور غليم (( خولي بن زيد ازدي)) په کور کې د ماتم يادونه کوي. ده له عمر سعده د حسين سر راواخست او انعام اخستو ته يې عبيدالله بن زياد ته کوفې ته راووست. ويې ليدل چې د امارت ماڼۍ وربند دى، کور ته راغى او د حسين سر يې په تنور يا صندوقچه کې پټ کړ. مېرمن يې ((حضرميه)) چې خبره شوه، په چغو او ژړا شوه او د امام حسين مظلوميت او د عاشورا پېښې ته يې سخت وژړل او کور يې ورپرېښود.

د امام حسين کورنۍ يې چې شام ته بوتله؛ نو هلته هم د يزيد د خوشحالۍ محفل پر وير واوړېد. يزيد د امام حسين سر په يو طشت کې کېښود او د ده شونډې او غاښونه يې په لکړه وهل او له خوشحالۍ او مستۍ يې شعرونه ويل چې د بدر او اُحد د وژل شويو د غچ ښودونکي وو. دلته د پېغمبر (ص) يو تن صحابي ناست و، زغم يې ونشو او يزيد ته يې وويل: (( په دورمه د حسين شونډې او غاښونه وهې؟! پر هغه ځاى يې وهې چې پېغمبر (ص) مې په خپله ليده چې دا ځايونه يې ښکلول. يزيده! د قيامت پر ورځ به محشور شې او ابن زياد به دې شفيع وي؛ خو دا سر به راشي او محمد (ص) به يې شفاعت کوي[110]))

 

د يزيد د کورنۍ ویربولي :

د امام زين العابدين او حضرت زينب د تبليغاتي فعاليتونو او ورځ تر ورځې د خلکو د کرکې له لامله يزيد پښېماني وښوده او اجازه يې ورکړه چې چاپېريالي دې د مصايبو په څرګندولو کې ازاد وي او خپل احساسات او ننګېرنې دې په ډاګه کړي چې له دې د يزيد په انګړ کې وير او ژړا وه: (( هغه وخت چې اهل بيت يزيد کره ورننووتل، د يزيد ښځې او لوڼې اهل بيتو ته ورغلې او ورسره په وير شوې[111]))

 

په اسلامي ړومبيو پېړيو کې د ویربولۍ دود

په ړومبيو پيړيو کې په تېره عراق کې، ویرنه او ویربولي په دې دود وه چې مسلمان ويرجن به د امام حسين قبر ته راټولېدل او په شعر به يې د حضرت امام حسين مصايب يادول؛ خو د نورو ځايونو د امام حسين مينوال به د عباسي دولت له ډاره په عاشورا کې په خپلو کورنو کې راټولېدل او يو بل ته يې تسليت وايه[112].

پېژاندو او نا پېژاندو شاعرانو، د حسين په وير کې اشعار ويل چې يو يې هم په هماغو ړومبيو ورځو کې د اهلسنتو يو شاعر ويلي چې پښتو مفهوم يې دا دى:

  • د حسين وژونکيو! د عذابونو او دردونو زېرى درباندې.
  • اسمانوال، پېغمبر او پرښتې ښېراوې درته کوي او تر دې وړاندې.
  • ابن داوود، موسى او د انجيل راوړوونکى (عيسى) ښېراوې درته کړي دي[113]

خالد بن معدان چې د اهل سنتو په نزد يو مشهور تابعي دى، په شام کې يې د هل ابيتو په ویرنه او عزا کې يو شعر ويلى چې پښتو مفهوم يې دا دى:

  • د پېغمبر د لور زويه! له سر سره دې راغلل او په وينو دې پوره ککړ و.
  • د پېغمبر د لور زويه! لکه چې ستا په وژنه يې په لويى لاس پېغمبر وواژه.
  • په وچو شونډو او تږى يې شهيد کړې او ستا په وژنه کې يې د قرآن او وحې هېڅ ډول تاويل په پام کې ونه نيو.
  • ستا پر وژنه يې تکبير ووايه او په حقيقت کې تکبير او تحليل يې ووژل[114]

د يزيد تر ظاهري پښېمانۍ او مدينې ته د اهلبيتو تر ستنولو روسته، په شام، کربلا او مدينې ته د ورتګ پر لار او مدينه کې ډېرې د وير غونډې جوړې شوې چې خلکو به د امام حسين په وير کې ژړاګانې کولې.

 

حسيني ویر او ویربولي پراخېږي

د يزيد د کورنۍ ویر او ویربولي ددې لامل شوه چې خلک د امام حسين پر شهادت خورا خپه او پام يې د اهلبيتو مظلوميت ته ورواړوي. د اهلسنتو يو عالم شرف الدين موصلي کاږي: (( والصلت هذه المصيبة بالبلاد فکثر فيها النوح… و بکى الحسن البصري حتى الختلج جنبه و قال و اذلاه لامه قتل ابن دعيها ابن بنيها)): دا مصيبت ټولو ښارونو او سيمو ته ورخپور شو او په هکله يې ډېره ویرنه او ویربولي وشوه او… حسن بصري دومره وژړل چې بدن يې ولړزېد او ويل يې: د پېغمبر (ص) امت ته څومره ننګ دى چې يو حرمونى، د خپل پېغمبر زوى ووژني[115]))

بيا په خپله د اهلبيتو پر غمونو لګيا کېږي، يو خوا د اموي کورنۍ ويرنه او عزا او بلخوا د کربلا د شهيدانو پر تنو د اسونو ځغلول رايادوي او وايي: (( فلا بکين على الحسين بعبرة و على الحسین؛ يعنې بايد په عبرت اخستنه پر حسن و حسين وژاړو[116]))

امام حسين ته د امام محمد بن ادريس شافعي (رح) ویرنه او ویربولي

په دويمه هجري پېړۍ کې عباسيانو امام حسين يادول خپلې واکمنۍ ته ګواښ او امنيتي خظر باله او يوه حسيني ضد فضا يې رامنځ ته کړې وه؛ خو په اهلسنتو کې ځينو مشرانو په ډول ډول چارو په تېره شعر ويلو امام حسين ته وير کاوه چې له دې يو هم امام شافعي (رح) دى، يوه قصيده يې ويلې چې پښتو مفهوم يې دا دى:

  • غم راباندې راغى چې زما زړه يې خپه کړ، زما خوب يې وتښتاوه او سباوون هم لرې دى
  • له هغو چارو چې زما لاروي يې رادبره کړه؛ خوب يې رانه يووړ، هغوى ته د روزګار بدلون پيکه دى
  • څوک به مې حسين ته ليک ورسوي، که څه دا ليک زړونه او ځانونه خپه کوي.
  • بې ګناه شهيد چې ته وا کميس يې په وينو سور شوى دى.
  • نو تورې دې وژاړي، نيزې دې د خپګان چغې ووهي، او آسونه دې له سته مونو، په چغو چغو وژاړي.
  • نړۍ د آل محمد لپاره ولړزېده لکه چې نژدې ده، غم ته يې اوبه اوبه شي.
  • ستوري ګډوډ او له منځه ولاړل، جامې او ګرېوانونه څېرې شول.
  • د هاشم له ځوځاته پر مهدي درود چې خپله اولاده په مينه پالي.
  • که له آل محمد سره مينه مې ګناه وي؛ نو بيخي له دې ګناه توبه نه کاږم.
  • د پېغمبر کورنۍ د قيامت پر ورځ شفاعګره ده او پر هغه ورځ مې مرستندويه ده چې ګناه مې ډېره ده[117]

امام شافعي يوه بله قصيده هم لري چې يوازې لاندې بيت يې پاتې دى:

ابکــى الـحسين وارثـى حــجـجاها

من اهل بيت رسول الله مصباها[118]

 

اهلسنت و الجماعت د عاشورا تاريخ ليکي

په درېيمه پېړۍ کې عباسيانو د اهلبيتو پر شعايرو او نښو په تېره د امام حسين پر ياد، نامې او پر عاشورا ویرنې او ویربولۍ سخته پابندي ولګوله او متوکل پر ٢٣٦ س، د امام حسين مبارک قبر ړنګ او له خاورو سره خاورې کړ، پر انګړ يې اوبه ورخوشې کړې او شودياره يې کړه او زايران او ویرکوونکي يې وربړول. د اهلسنتو ليکوالو او تاريخپوهانو د امام حسين او يارانو يې کړاوونه او مصايب د تاريخ په چوکاټ کې څرګند کړل او په واقع کې د کربلا پېښه، له سينو ځنې کتابونو ته راولېږدول او تلپاتې شوه.

محمد بن جرير طبري رحمة الله عليه (٢٢٤-٣١٠) مهمترين اسلامي عالم او تاريخپوه دى چې د کربلا انقلاب ګڼ روايات يې له يوه مشهور ګزارشګر لوط بن يحيى (١٥٧ س مړ) په ابومخنف مشهور، په پوره امانت او صداقت روايت کړ. طبري نه يوازې د ابومخنف له خولې د کربلا پر پېښې بسيا کړې؛ بلکې د اهلبيتو بنديانول، د کوفې پېښې، د عبيدالله بن زيد په مجلس کې د خلکو ويرنه او ویربولي، شام ته د اهلبيتو ورتګ او دلته شوې پېښې را اخلي چې د طبري دا کار ((کښل شوې ویربولي)) نومولاى شو چې په اصطلاح (( مقتل کښنه)) ورته وايي[119].

په طبري پسې، د اهلسنتو نورو تاريخ کښونکيو دا لار خپله کړه، کله کيسه ويوونکي د امام حسين قبر ته راتلل او دده مصايب يې په کيسه ويل[120].

 

د آل بويه په پېر کې ویربولي(٣٣٤ – ٤٤٧)

پر ٣٣٤ س چې بغداد (( احمد بن بويه)) [ په ((معزالدوله)) مشهور] سوبه کړ؛ نو تر ده وړاندې چې د امام حسين پر ویربولۍ لګېدلې پابندي لرې شوه او بغداد چې د سنيانو او شعيه وو مرکز و، په ګډه يې د عاشوررا د ورځې په مراسمو کې برخه درلوده[121].

په مصر کې هم خلک د حضرت ام کلثوم او حضرت نفيسې پر قبرونو راټولېدل وير يې کاوه او خوړو او شربت ته يې لګښتونه ورکول. د (( مقريزي)) په وينا دې مراسمو په اهلسنتو کې دومره جرړې غځولې وې چې د (( فاطميانو)) تر پرځېدو روسته يې هم دوام وموند او ((ايوبيانو)) يې، که څه هم له (( فاطميانو)) سره ضديت درلود، مخه ونشوه نيواى[122].

د ((آل بويه)) په پېر کې پرانستې فرهنګي تشيال رامنځ ته شو، فارسي ژبې شاعرانو هم د عاشورا او اهل بيتو په باب خپلې اندنې او ګروهيزې پيرزوينې په شعر راوړي چې يو شمېر يې دا دي:

ابو الحسن کسايي مروزي(٤٩٣ مړ) په لومړي ځل د اهلبيتو په ستاينه کې اشعار وويل[123].

حکيم ناصر خسرو قبادياني بلخي (٤٨١ مړ) د افغانستان يو مشهور شاعر او حکيم دى چې په بدخشان کې خاورو ته سپارل شوى، په خپلو اشعارو کې يې ځاى پر ځاى اهلبيت ياد کړي دي[124]. د (( آل بويه)) تر راپرځېدو روسته، د سلجوقيانو په زمانه کې اهلسنت او شيعه دواړه د امام حسين زيارت ته نجف او کربلا ته ورتلل او له حسيني خوځښت سره يې خپله وفاداري ښووله. عبدالجليل رازي قزويني کاږي: (( په اصفهان او بغداد کې خلکو د عاشورا پر ياد غونډې جوړولې او عباسي خليفه يوازې په دې بسياينه کوله چې ځينې افراطي شيعه دې د اصحابو بد نه وايي[125]))

د غزنويانو (٣٥١ – ٥٩٨) په پېر کې چې له (( آل بويه)) سره يې همزمانه د اسلامي نړۍ په ختيځ کې واکمني درلوده او غزني يې مرکز و، د (( سلطان محمود غزنوي)) پر وخت پر دې مراسمو پابندي وه؛ خو تر مړينې (٤٢١) روسته يې خلکو دا مراسم تر سره کول.

ابو المجد مجدود سنايي غزنوي (٥٤٣ – ٦١٢) د امام حسين او د اهلبيتو د نورو شهيدانو په غم کې زړه بګنوونکي اشعار ويلي دي[126].

 

د بغداد په نظاميه مدرسه کې ویربولي

سلجوقيانو (٤٢٧ – ٥٥٨) له خپل سخت دريځۍ سره سره، په نظاميه مدرسه کې د اهلبيتو پر مصايبو ماتم کاوه. محمد بن عبدالله بلخي(٥٩٦ مړ) د اهلسنتو يو مشهور عالم به پر منبر په نظاميه مدرسه کې پر اهلبيتو شوي کړاوونه يادول او ان له جرړې به يې مسايل راسپړل[127].

دغسې علي بن الحسين غزنوي په ((واعظ)) مشهور، د اهلسنتو يو مشهور عالم و چې ان سلجوقي سلطان او اميران به يې وعظ ته کېناستل[128] او پر (( مليح الايراد ولطيف الحرکات)) ياديده، پر منبر به يې د اهلبيتو فضايل او ورباندې تېر شوي مصايب يادول[129].

شمس طبسي (٦٢٤ مړ) چې د اهلسنتو د اوومې پړۍ يو نامي شاعر دى، د کربلا د پېښو په اړه يې اشعار ويلي دي[130].

مصلح الدين سعدي شيرازي( ٦٥٩ مړ) چې شافعي مذهبي و، د شهيدانو د سالار په وير کې په شعر خپل ماڼيجن حالت انځور کړى دى چې يو بيت يې دا دى:

يا رب به نسل طاهـر اولاد فـاطمه

يا رب به خون پاک شهيدان کربلا

جلال الدين محمد مولوي بلخي(٦٧٢ مړ)، د کربلا په هکله خپل وير څرګند کړى دى[131].

سيف الدين فرغاني(٧٠٥ مړ) د خراسان او منځنۍ آسيا د اهلسنتو يو مشهور شاعر دى چې په ځانګړې هنروالۍ يې د کربلا پېښه انځور کړې ده[132].

اوحدي مراغه يې اصفهاني(٧٣٨ مړ) چې يو شافعي مذهبه عالم او شاعر دى، د اهلبيتو او د امام حسين پر مصايبو يې اشعار ويلي دي[133].

کمال الدين محمد په خواجوي کرماني مشهور(٧٥٣ مړ) يو درباري مشهور سني شاعر دى چې د رسالت کورنۍ يې ستايلې ده[134].

سلمان ساوجي(٧٧٨ مړ) د اهلسنتو يو ستر عالم او شاعر د امام حسين په باب اشعار ويلي[135].

محمد بن حسام خوسفي(٨٧٥ مړ) د نهمې پېړۍ يو سني شاعر، د عاشورا په اړه خپل ماڼيجنتوب په اشعارو کې څرګند کړى دى[136].

 

په خراسان او ماوراء النهر کې ویربولي

د خوارزمشاهيانو(٥٢١ – ٦٨٢) په راتلو، د حيسني ویربولۍ وضيعيت ښه شو، په دې تشيال کې مشهور شاعران لکه قوامي رازي(د شپږمې پېړۍ لومړۍ نيمايي) او عطار نيشاپوري (٥٣٧ – ٦٢٧) د امام حسين د سرښندنو يادونه کړې ده[137].

سلطان ولد(٧١٢ س مړ) د خپل پلار جلال الدين محمد بلخي په څېر په نظم و نثر کې وسمن و او د عاشورا په اړه وايي:

نخوت کم کن چون حسين و حسن
کبرو منى را مفزا چون يزيد
کبر و فزونى علف دوزخ اند
هرکه زد او کم به بهشتى خزيد

او په بل غزل کې وايي:

چــون نيست هيچ شخي تو وارى بايزيدي

تو عزيز چون حسينى نه ذليل چون يزيدي

 

د اهلسنتو ښارونو ته ویربولي ورغځېږي

پر دې سربېره چې په شيعه ميشتو سيمو کې د امام حسين ویربولي کېده په سني ميشتو سيمو په تېره خراسان کې د امام د سرښندنو يادونه کېده:

(( خواجه امام نجم بوالمعالى بن ابى القاسم بزاري چې حنفي مذهبى و، په نيشابور کې او شيخ ابوالفتوح نصر آبادي او خواجه محمود مدادي حنفي د کوشک په کاروان سرايونو او سترو جوماتونو کې ويرغونډې جوړولې او پر ظالمانو يې لعنت وايه[138]))

 

شام، د مغولو د بريد په درشل کې، پر امام حسين وژړل

ابن کثير روايتوي، پر ٦٥٧ س چې بغداد چنګيزيانو ونيو او تر ٥٥٤ کالو روسته د عباسيانو د خلافت ټغر راټول شو؛ نو ((ابو شامه)) شامي مشهور شاعر د فارقين د امير (( الکامل بن شهاب)) په دار ځړولو خورا خپه شو، او الکامل يې له امام حسين سره ورته کړ او د امام حسين حالت يې په عاطفي ډول او څار کړل[139].

پر دمشق سربېره په حلب کې هم د کربلا د شهيدانو يادونه کېده لکه چې مولانا بلخي يې په مثنوي معنوى (٤/٩٩٨) کې را اخلي:

 

روز عاشورا همه اهل حلب
باب انطاکيه اندر تابه شب
ګرد آيد مردو زن جمعى عظيم
ماتم آن خاندان دارد مقيم
تابه شب نوحه کنند و بُکا
شيعه عاشورا براى کربلا
بشمرند آن ظلم ها و امتحان
ګز يزيد و شمرديد آن خاندان

 

تيموريان او د ویربولۍ پراختيا (٧٨٢ – ٩١١)

(( تيموريان)) اهلسنت ول، تر رادبره کېدو روسته، په تېره د تيمور تر مړينې روسته يې اسلامي نړۍ په تېره خراسان ته پرېيمانه فرهنګي، ادبي او تمدني چوپړتياوې ترسره کړې. دا کورنۍ د اهلبيتو مينواله وه او عالمانو، عارفانو او ساداتو ته يې درناوى درلود چې دې چار هم د اهلبيتو د فرهنګ په پراختيا کې اغېز درلود؛ نو د همدې دليل له مخې ویربولي د څرنګوالي او څو مروالي – کمیت او کیفیت له اړخ خورا اوچته شوه او د تيموريانو دربار ته يې لار ومونده[140].

د اهلبيتو چورليز – محور، د امويانو او عباسيانو ضد تشيال لامل شو چې ټولنه د اهلبيتو مصايبو ته ورماته شي. لکه چې کاږي: (( د تيموريانو د زمانې په هرات کې، د صوفیانو د ذکر د غونډو پر ځاى د امام حسين ژړا _چې نقشبنديانو له منځه وړې وه_ دود شوې وه[141]))

 

کمال الدين ملا حسين واعظ کاشفي (٩١٠ مړ):

کاشفي د خپلې زمانې د واعظانو په سرليکه کې و، سني او شيعه دواړو ورته درناوى درلود، په شيعه ميشتي بيهق (سبزوار) کې پر سني او سني ميشتي هرات کې په شيعه تورن و، البته د ځينو څيړونکيو له نظره کاشفي د شيخ بهايي په څېر کم نظيره څېره وه چې مذهبي تعصب يې نه درلود[142]. کاشفي په هرات کې په مدارسو، جوماتونو او غونډو کې، د اهلسنتو آريزو باورونو ته په پامنيوي، په ښکلي ادبياتو او ژبه د کربلا پېښه ويله او داچې ددې (( روضة الشهداء)) د خلکو په خولو کې لوېدلى و، د فارسي د ړومبي مقتل په توګه ياد شو[143]. زوى يې فخر الدين على صفى کاشفي (٩٣٩ مړ) هم د خپل پلار پر پله پل کېښود او د اهلبيتو په پېژندنې کې يې مهم کتاب ((لطائف الطوايف)) دى.

(( ملا کمال الدين حسين کاشفي))، ډېر زده کړيالان روزلي چې خورا مشهور يې (( محمود واصفي)) دى[144] چې روضې يې پر خلکو خورا اغېزمنې وې. پر دوى سربېره د تيموريانو په زمانې کې نور ويرنبولي – عزادارن هم وو لکه سيد ابو الحسن کربلايي، حيدر علي مداح او سيد علي واخد العين، دوى به په جوماتونو، مدارسو، څلور لارويو، عمومي غونډو او تر پلونو لاندې د اهلبيتو فضايل او ورباندې تېر شوي کړاوونه څرګندول[145].

 

نورالدين عبدالرحمن جامي (٨١٧ – ٨٨٩)

د سلطان حسين بايقرا(٨٧٣ – ٩١١) په زمانه کې ويرنبولو – عزادارانو هڅه وکړ چې خطبه د دولس ګونو امامانو په نامې شي؛ خو ((عبدالرحمن جامي)) يې مخه ونيوه؛ خو همدا جامي د امام حسين زيارت ته کربلا ته ورغى او خپله کيسه يې په نظم راوړې ده[146]. د جامي قبر په هرات کې دی، چې خلک یې زیارت ته ورځي.

 

امير تيموراو د ویربولۍ په دودولو کې يې ونډه

تر ميرزا شاهرخ وړاندې ((امير تيمور)) د خپل تاج ايښوونې په مراسمو کې سادات د ((اهل بيتو)) په توګه راوبلل او د کامل ((مصطفى الثيبي)) په وينا په بلخ کې پر ٧٧١ س څلورو تنو علويانو پر تخت کيناوه[147] او چې کله يې پر عراق بريد کاوه؛ نو ړومبى د امام حسين قبر ته ورغى چې د (( روضة الصفا)) د ګزارش له مخې، د (( ذوى القربى)) او د (( ثقلينو د حديث)) لاروي يې کړې وي[148]. تيموريانو په کړنو او ويناوو کې ټينګار کاوه چې د اهلبيتو عزت کول او پر نورو د اهلبيتو تفضيل د ديندارۍ او مسلمانۍ بيت الغزل دى او په سني توب او شيعه توب پورې څه اړه نه لري.

تر تيموريانو روسته، په منځنۍ اسيا کې چې شيبک خان ازبک د شيبانيانو د لړۍ بنسټګر و، د اهلبيتو ویربولي منع کړه؛ خو بيا هم د کاشفي (( روضة الشهداء)) چې پر ٩٠٨ س رادبره شوې وه د ((سعادت نامې)) او (( حديقة السعداء)) په نامو په ازبکي ژبه وژباړل شوه، همدغسې ((صابر)) نامي شاعر ((روضة الشهداء)) په ترکي نظم واړوله او ((شهدا نامه)) يې پرې کېښوده چې په تاشکند کې يې پرېمانه نسخې شته[149]. روسته (( صيقلي حصاري)) د (( صيقلي مثنوي)) په نامې يوه ټولګه رادبره کړه چې د منځنۍ اسيا په ازبکانو او تاجيګانو کې يې د (( روضة الشهداء)) ځاى ونيو.

په افغانستان، پاکستان، هند، اندونيزيا، ماليزيا او فليپين کې ویربولي

ددې هيوادونو په اهلسنتو کې د امام حسين ویربولي په بېلابېلو بڼو تر سره کېږي. د ملا واعظ کاشفي ((روضة الشهداء)) پر ١١٣٠ س په دکني ژبه او بيا د ((ګنج شهیدان)) په نامې په اردو ژباړ شوې ده.

او پر ١١٦١ س يو حنفي عالم د ((سيدا الشهداء مقتل)) کښلى او دا ټکى يې جوت کړى چې پر امام حسين ویربولي يوازې په شيعه وپورې ځانګړې نه؛ بلکې اهلسنت هم ورباندې وير کوي.

محمد اقبال لاهوري (١٢٨٩ – ١٣٥٣ س) په خپلو اشعارو کې امام حسين ته د خپلې ګروهې پيرزوينې وړاندې کوي او په يو بيت کې د قرآن رمز له حسينه زده کوي:

رمــز قـرآن از حــسين آمـــوختيم

وز آتش او شعله ها اندوختيم[150]

امام سيد ابولاعلي مودودي په خلافت او ملوکيت کتاب کې د اسلامي نړۍ بدمرغې له دې ځايه بولي چې خلافت پر ملوکيت او پاچاهۍ واوړېد او بيا د عاشورا پېښه هم را اخلي او يادوي چې د امام حسين تر شهادت روسته، امام ابوحنيفه ړومبى عالم و چې د (( محمد اسلام)) ليکه يې له (( دولتي اسلاميه)) جلا کړه.

ددې هيوادونو په اهلسنتو کې د عاشورا په درناوي کې لاندې کړنې کوي:

  1. د عاشورا پر ورځ روژه کېږي.
  2. هديرو او قبرونو ته ورځي او خپلو مړيو ته دعا کوي.
  3. ځينې خيراتونه او نذرونه کوي او عزادارانو ته شربتونه چمتو کوي.
  4. عاشورا ته په ورنژدې جمعه، خطيبان ددې ورځې يادونه کوي او د کربلا پر پېښې رڼا اچوي.
  5. ځينې د وسې له مخې نيستمنو ته خواړه ورکوي.
  6. د محرم مياشت د حسنينو مياشت بولي، ودونه او خوشحالۍ پکې نه کوي، سترګې نه توروي.
  7. په خپلو سيمه ييزو ژبو د کربلا د شهيدانو په درناوي کې نعتونه وايي.

په هندوستان کې د هند د ازادۍمشر (( مهاتما ګاندي)) د امام حسين په اړه وايي: (( د هند خلکو ته مې څه نوى څيز راوړى نه دى، يوازې د هغې څېړنې پايله ورډالۍ کوم چې د کربلا د اتل په باب مې کړې ده[151]))

د هندوانو يو مشر ((يورشو تاملاس)) چې يو وخت د هندوستان د ملي کنګرې رئيس هم و، د امام حسين په هکله وايي: (( زه ددې سترې تاريخي خاطرې د ياد غونډې پر اهميت پوهېږم، دې لوړې سرښندنې؛ لکه د امام حسين شهادت، د بشري اند کچه اوچته بوتله او وړ ده چې خاطره يې تل پاتې وي او يادونه يې وشي[152]))

اندونيزيا چې په نړۍ کې لومړى مسلمان مېشت هيواد دى او ماليزيا چې په اسلامي هيوادونو کې د پرمختګ په سر کې دى د مسلمانانو د مهاجرت، او د عارفانو د فرهنګي او تبليغاتي فعاليتونو له وجهې يې اسلام منلى او شافعي مذهبي هم دي، دوى په محرم مياشت کې خپه وي، د تاسوعا او عاشورا په ورځو کې ویربولي کوي او دا چار له اسلامي آدابو او اسلامي شعايرو ځنې بولي نه مذهبي. دوى د عاشورا پر ورځ د (( بوبرسورا)) په نامې خواړه چمتو کوي او خلکو په تېره نيستمنو ته يې خيراتوي.

 

د سني کُردانو ویربولي

کُردان يو ستر قوم دى چې په ايران، عراق، ترکيې او سوريې کې مېشت دي، ډېرى يې اهلسنت دي. د محرم په مياشت کې ودونه نه کوي او ښځې يې رانجه نه کوي، شاعرانو يې امام حسين او د کربلا شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وروړاندې کړي چې ځينې يې دا دي: رضاطالباني کرکوکي، عبدالله سنندجي، جوهري سنندجي، ملک الکلام مجدى سقزي او مولوي تايجوزي[153].

 

 

په عثماني واکمنۍ کې ویربولي

په يولسمې هجري پېړۍ کې عثماني خلافت ټينګ شو چې ټول عربي هيوادونه ،له بالکان څخه تر اتريش او د افريقا شمال يې په خپلې واکمنۍ کې رانغاړلى و. په دې واکمنۍ کې په ډېر تت ډول د عاشورا مراسم ترسره کېدل؛ خو دلته د بکتاشيه او خکويه تصوفي طريقو لارويانو د اهلبيتو په ياد د ذکر غونډې جوړولې[154].

 

 

پينځلسمه برخه

چا د امام حسين له ویربولۍ سره پر مخالفت لاس پورې کړ ؟

امويان لومړۍ ډله وه چې پر امام حسين له ويرنې او ویربولۍ سره يې په مخالفت لاس پورې کړ، دوى په اسلام کې ستر جنايات کړي او د عاشورا پېښه يې رامنځته کړې وه، له هرې وزلې يې ګټنه کوله چې له اذهانو د امام حسين او ان د پېغمبر د اهلبيتو نامې لرې کړي. د اهلبيتو د لارويانو د راټولېدو پر مراکزو يې بريدونه کول چې په دې لړ کې ((هشام بن عبدالملک)) تر ټولو هڅاند و، دوى به د عاشورا په ورځو کې د خوشحالۍ مراسم او غونډې جوړولې.

د هېواد نامتو عالم ابوريحان بيرونى وايي: (( مسلمانانو د عاشورا ورځ په دې پار شومه او سپېره وګڼله چې د رسول الله (ص) اولاده شهيده شوه، د دوى د حرم خيمې وسوځېدې، سرونه يې پرنېزو شول، د شهيدانو پر تنو يې اسونه وځغلېدل چې هېڅ قوم هم له اشرارو سره داسې چلن کړى نه دى. خو امويانو د محرم په ورځو کې ځانونه ښکلي کول؛ خوشحالۍ يې کولې او ميلمستياوې يې کولې. دا دود يې په واکمنۍ کې دود و ان تر راپرځېدو روسته يې هم پاتې و، او د اهلبيتو لارويانو وير کاوه او په کربلا کې يې د عاشورا پر ورځ د حسين د نېکمرغې خاورې زيارت کاوه[155]))

مقريزي وايي: (( علويانو په مصر کې، د عاشورا ورځ د خپګان ورځ کړې وه؛ خو د فاطميانو د دولت تر راپرځېدو روسته، ايوبيانو د خوشحالۍ ورځ کړه. لکه چې د شاميانو هم همدا دود و. دا ناوړه دود د عبدالملک مروان په زمان کې حجاج بن يوسف _د علي کرم الله وجهه د لارويانو پر خلاف چې په عاشورا کې يې خپګان او وير کاوه_ رادبره کړ[156])) زياتوي: (( په خپله مې د عاشورا په ورځو کې د ايوبيانو خوشحالۍ لېدې[157]))

دا مطلب (( ابن حجر مکي)) هم په خپل کتاب کې ياد کړی او وايي: (( حجاج بن يوسف ړومبى تن و چې د عبدالملک بن مروان او يو شمېر اصحابو او تابعينو په حضور کې يې د عاشورا پر ورځ خوشحالي وکړه، بيا يې اعلان کړه چې پر خطيبانو د امام حسين د وژنې، شهادت او مصايبو ويل حرام دي[158]))

امام باقر (رح) له خپل خداى سره په مناجاتو کې وايي: (( اللهم ان هذا يوم تبرکت به بنو اميه و ابن آکلة الاکباد: خدايه! عاشورا هغه ورځ ده چې امويانو او (د هندې) ځيګر خورې زامنو د ښادۍ او برکت ورځ وبلله[159]))

عباسيان دويمه ډله وه چې پر امام حسين له وير سره يې په مخالفت لاس پورې کړ، دوى امويان له اهلبيتو سره د دښمنۍ په وزلې راوپرځول او چې واکمني يې ټينګه شوه؛ نو له علويانو او نبوي کورنۍ سره يې د دښمنۍ لار ونيوه، او کينه يې تر دې بريده ورسېده، چې اهلبيتو ته درناوى او زيارتونو ته ورتګ يې ورته د زغم وړ نه و، د سمهودي په وينا ان متوکل عباسي د حسين بن علي د قبر د منځه وړو امر وکړ[160].

ذهبي وايي: (( وفيها امر المتوکل بهدم قبر الحسين بن علي رضى الله عنهما و هدم ماحوله من الدور و ان تعمل مزارع و منع الناس من زيارته و حرثه و بقى صحرا و کان معروفاً بالغب فتالم المسلمون لذلک و فى ذلک يقول[161] يقوب بن السکيت:

با لله ان کانت اميه قداءتت

هــذا لعمرک قبره مهدومـــاً

قتل ابن بنت نبيها مظلومــا

اسفوا علی ان لا یکونوا شارکوا

فلقد اثاه بنوی امیه بمثله

فــى قـتله فتتعبوه رمــــيماً

متوکل له اهلبيتو سره پر دښمنۍ مشهور و، په امر يې د امام حسين قبر او د شاوخوا کورونه ونړېدل، بيا يې د کر ځمکه کړه او خلک يې د امام حسين له زيارته منع کړل.

 

 

شپاړسمه برخه

د اهلسنتو له ليد لوري، د عاشورا تر پېښې روسته د هېښنده پېښو راښکاره کېدل

د اهلسنتو په سرچينو کې راغلي چې د امام حسين د شهادت پر ورځ هېښنده پېښې رادبره شوي چې دا د امام حسين پر حقانيت او د يزيد او لارويانو يې بطلان راښيي، دلته يې څو بېلګې راوړو:

١_ لمر تندر ونيو او اسماني اجرام واوړېدل:

جلال الدين سيوطي په (( تاريخ الخلفاء)) کې وايي: د امام حسين د شهادت پر ورځ، لمر تندر ونيو او نړۍ اوه ورځې تم شوه او شپږ مياشتې د اسمان تشيال سور شو. دا پېښه د امام تر شهادت روسته رادبره شوه، او همدغسې سرخي ليدل کېده چې تر شهادت وړاندې بيخي ليدل شوې نه وه، ځينې سيارې يو له بل سره ټکرېدې[162]))

طبري کاږي: (( د امام حسين تر شهادت روسته، د اسمان او اجرامو اوضاع يې له دوو تر درېيو مياشتو ګډه وډه وه او له لمر راختو تر څو ساعتونو پورې د آسمان څنډ په وينو دنګېده[163]))

ابن قبيل وايي: (( لما قتل الحسين بن علي، کسفت الشمس کسفة بدت الکواکب نصف النهار[164] وظن الناس ان القيامة قد قامت[165] چې امام حسين شهيد شو، لمر تندر ونيو او دومره تپه تياره شوه چې په غرمه کې ستوري وليدل شول، او خلکو وانګېرل چې قيامت شو)).

 

 

٢_ د امام حسين د شهادت پر ورځ د اسمان سوروالى

ابن حجر مکي په (( صواعق المحرقة)) کې له ابن عُيينه له خپلې ادې يې روايتوي: (( اسمان د امام حسين د وژنې له امله سور شو[166])) زياتوي: (( عثمان بن ابى شيبه روايتوي چې د امام حسين تر وژنې روسته، اسمان اوه ورځې سخت سور شو داسې چې ديوالونه د سخت سوروالي د ځلېدو له لامله د ژېړو جامو په څېر شوې وې او په پار يې د ستوريو اوضاع ګډه وډه شوه[167])).

ابن حجر مکي زياتوي: ثعلبي روايت کړى چې اسمان (د حسين په شهادت) وژړل او ژړا يې سوروالي دى. له نورو هم روايت شوى دى: د حسين تر وژنې روسته شپږ مياشتې د اسمان (د ختيځ او لويديځ) څنډې سرې شوې او تر ننه دا سوروالى ليدل کېږي[168]))

سبط بن جوزي حنفي له ((سدي)) روايتوي: چې امام حسين شهيد شو، اسمان وژړل او ژړا يې سوروالى دى[169].

((مقريزي)) هم، همدا روايت له ((سدي)) په (( خطط)) کتاب کې راوړى دى. همداراز د دخان ٢٩ آيت (فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ = نه پرې اسمان وژړل او نه ځمکې) په باب له (( عطاء)) روايتوي چې ويې ويل: (( د اسمان ژړا د (ختيځ او لويديځ) د څنډو سوروالى دى)).

مقريزي له (( علي بن مسهر)) له نيايې روايتوي: (( د حسين په زمانې کې ځوانه مينزه وم، پر هغه وخت اسمان څو ورځې د پړندې سرې وينې په څېر و[170]))

ابن اثير ليکي: (( دوه يا درې مياشتې، په لمر راختو کې د ښارونو ديوالونه دومره سره کېدل چې ته وا په وينو يې لړلي او دې وضع هره ورځ د لمر تر راپورته کېدو پورې دوام درلود[171]))

سبط ابن جوزي حنفي په (( تذکرة الخواص)) کې کاږي: (( په اسمان کې چې کوم سوروالى ليدل کېږي، د امام حسين تر شهادت وړاندې نه ليدل کېده. نيکه مې ابوالفرج په تبصره کتاب کې ويلي دي: د غوسې پر وخت د غوسناک مخ سور کېږي او دا سوروالى يې پر غوسې دليل دى. خو داچې خداى جسم نه دى، خپله غوسه يې د حسين پر وژوونکيو په اسمان کې د څنډې په سوروالي وښوده، او دا د شوي جنايت ستروالى او عظمت راښيي[172]))

 

٣_ له اسمانه د وينو ورېدل

ابن حجر مکي په ((صواعق المحرقه)) کې وايي: حافظ ابو نعيم اصفهاني په ((دلائل النبوة ٢ /٥٥٣ مخ)) کې له نصرت ازادي روايتوي: (( چې حسين بن علي شهيد شو، له اسمانه وينه وورېده، داسې چې د اوبو لوښي مو ترې ډک شول)) ابن حجر له ابو سعيد څخه روايتوي: (( د امام حسين د شهادت په پار، له اسمانه وينه وورېده او له لامله يې جامې سرې شوې چې تر زړښته يې نښې ورباندې پاتې وې[173]))

په بل روايت کې راغلي: (( د خراسان، شام او کوفې پر کورونو او دېوالونو د وينو په څېر باران وورېد[174]))

مقريزي کاږي: (( د امام حسين د شهادت پر ورځ له اسمانه وينه وورېده. تردې چې هرڅه په وينو سره شو[175]))

سبط بن جوزي په خپل سند له هلال بن ذکوان روايتوي: (( چې امام حسين شهيد شو، دوه يا درې مياشتې د ګهيځ له لمانځه تر لمر پريوتو پورې د ښار ديوالونه په وينو ککړ ليدل کېدل[176]))

ابن حجر مکي ليکي: (( ابن جوزي له ابن سيرين روايتوي چې ټول ځايونه درې ورځې تياره شوي ول او ورپسې په اسمان کې سوروالى راښکاره شو[177]))

 

٤_ له ځمکې د وينې رابهېدل

ابن حجر مکي له ابن عيينه له خپلې ادې روايتوي: (( په شام کې يې چې هره تيږه راپورته کوله، ورلاندې يې تازه وينه وه)).

ابن حجر مکي زياتوي : ابو سعيد وويل: (( د ځمکې له هرې برخې يې چې تيږه راپورته کوله ورلاندې تازه وينه وه)) په بل روايت کې راغلي: (( ابن زياد ته یې چې د امام حسين سر راووړ، د کوفې د امارت ماڼۍ له دېوالونو، وينه وبهيده)) ابن حجر زياتوي: (( چې امام حسين شهيد شو، په شام او هر ځاى کې يې چې تيږه راپورته کوله ورلاندې تازه وينه وه، دا پېښه د علي د شهادت پر ورځ هم وه)).

بيهقي دا مطلب له زهري دغسې روايتوي: (( په يوې غزا کې د ګډون لپاره شام ته ولاړم چې د عبدالملک مروان ليدو ته ورغلم، راته يې وويل: پر هغه ورځ چې علي شهيد شو، په بيت المقدس کې يې چې هره تيږه راپورته کوله ورلاندې تازه وينه وه، عبدالملک راته وويل: په دې خبره يوازې زه او ته پوهېږو، بل څوک نه پوهېږي، ته يې هم نورو ته مه وايه. ما هم د عبدالملک تر ژونده چاته ونه ويله[178]))

دا مطلب ابن عبدربة مالکي په (العقدالفريد ٥/١٣٤) کې له ابن شهاب زهري اوږد روايت کړى او همداراز يعقوب بن سفيان له سليمان بن حرب او حماد بن زيد او دې دواړو له معمر روايت کړى چې ويې ويل: (( ړومبى څيز چې زهري مشهور کړ، د وليد بن عبددالملک په ناسته کې يې خبره وکړه، وليد وپوښتل: کوم يو پوهېږئ چې د امام حسين د شهادت پر ورځ د بيت المقدس تيږو څه غبرګون وښود؟ زهري وويل: روايت شوى چې هره تيږه یې راپورته کوله ورلاندې تازه وينه بهيده[179]))

مقريزي هم په (خطط /٢٨٩) کې د زهري روايت راوړى دى.

 

٥_ بېلابېل څيزونه وينې شول:

کاږي: له ابوالشيخ روايتوي: (( هغه ورس (د زعفرانو په څير تارونه لري چې ټوکر پرې رنګوي) چې د حسين، کورنۍ او يارانو په خيمو کې يې وو، ايرې شول)).

ابن حجر زياتوي: ابن عُيينه يې له نيا روايتوي: (( پر ايرو د ورسو د اوړېدو خبره هغه اوښوالا راته وکړه چې ورس يې بار کړي وو، همدغسې وايي: د عمر بن سعد لښکر (د عاشورا پر ورځ) د امام حسين د لښکرتون اوښ حلال کړ، په غوښه کې يې د اور ورته يو څيز وليد چې يې پورخ کړ، د اوښ غوښه مڼغونې غوندې ترخه شوه[180]))

مقريزي کاږي: (( کوم زعفران چې د امام حسين په خيمه کې و، د عمر بن سعد هر پوځي چې پر مخ مښوده، مخ يې سوځېده. بل دا، د امام حسين په لښکرتون کې يې د عاشورا پر ورځ يو اوښ وموند، حلال يې کړ چې پوخ یې کړ غوښه يې مڼغونې شوه چې يو مړى یې هم ترې ونشوه خوړاى[181]))

سبط ابن جوزي حنفي په ((تذکرالخواص: ٢٦٧ مخ)) کې په خپل سند له ابو الوصين او مروان بن و صين ځنې روايتوي: (( پر کوم اوښ يې چې د امام حسين او يارانو سرونو بارول، حلال يې کړ؛ خو غوښه يې ونشوه خوړاى، ځکه تر صبرغوټې ترخه وه)).

د طي ټبر له مشرانو روايت شوى چې ويلي يې دي: (( شمر بن ذى الجوشن د امام حسين په سامان کې څه اندازه سره وموندل او خپلې يوې لور ته يې ورکړل، لور يې زرګر ته يووړل چې ګاڼه ترې جوړه کړي چې سره يې ويلي کول، پر مسو واوړېدل او ځينو ويلي اورشول[182]))

ابن عبدربه وايي: له ابن عبدالوهاب او يسار بن عبدالحکيم څخه روايت شوى دى: (( چې د امام حسين مېشت ځاى لوټ شو، څه اندازه عطر يې پکې وموندل؛ خو هرې ښځې چې دا عطر وکارول، په پيس ناروغۍ اخته شوه[183])) ابن اثير ليکي: پېغمبراکرم (ص) چې ام سلمه بي بي ته د حسين د وژنتون يو موټى خاوره ورکړې وه او دې په بوتل کې ساتلې وه، د عاشورا پر ورځ وينه شوه[184].

په بل روايت کې راغلي: ام المؤمنين ام سلمه وايي: د امام حسين د شهادت پر شپه مې واورېدل چې څوک وايي: (( اى هغوى چې حسين مو په ظلم وواژه د خداى سخت عذاب ته سترګې پر لار وسئ، تاسې ته د داوود زوى (سليمان)، موسى او د انجيل راوړوونکى (عيسى) ښېرا کړي دي[185]))

زمخشري په ربيع الابرار کې روايتوي: هند د جون لور وايي: پېغمبراکرم (ص) مې د توړۍ (خاله) ام معبد په کور کې ويده شوى و چې له خوبه راويښ شو، اوبه يې وغوښتې، لاسونه يې پرېمينځل، اوبه يې په خوله کې وګرځولې او بيا يې د خيمې تر څنګ د اغزنې ونې ډډ ته واچولې. ونه ددې اوبو په برکت لويه شوه او د ورس په رنګ ميوه يې ونيوه چې د عبرو په څېر خوشبويه او د شاتو په څېر خوږه وه. هر وږي او تږي چې په خوړه موړ او مړوخېده، هر ناروغ به پرې رغېده. هر اوښ او پسه چې خوړه، شيدې يې زياتېدې. دا مو مبارکه ونه نومولې وه، کار تر دې ځايه رسېدلى و چې له بېديا به خلک راکره راتلل چې ددې ونې له پاڼو ګټنه وکړي، شفا وغواړي او مبارک شي. يوه ورځ يې مېوه وچه شوه، خپه شوو، لا ډېر وخت تېر نه و چې د پېغمبراکرم (ص) له وفاته خبر شو. ديرش کاله روسته، ونه سر تر پايه له اغزو ډکه شوه، لا وخت تېر نه و چې د حضرت علي (ک) له شهادته خبر شو. تر دې روسته ونې ميوه ونه نيوه او يوازې له پاڼو يې مو کار اخسته، تردې چې کلونه کلونه روسته يې له ډډه وينه راوبهېده او پاڼې يې هم مړاوې شوې. موږ ډېر ماڼيجن شوو چې ناڅاپه يې د امام حسين له شهادته خبر کړو او تر دې روسته ونه يو مخې وچه شوه او له منځه ولاړه[186])).

 

٦_ خاوره وينې شوه:

ترمذي له سلمى روايتوي: (( يوه ورځ حضرت ام سلمې کره ورغلم، ژړل يې، ومې پوښتل ولې ژاړې؟ راته يې وويل: په خوب کې ومې ليدل چې د پېغمبر پر سر او ږيره دوړې پرتې دي. ومې ويل: رسول الله (ص)! څه درباندې شوي؟ ويې ويل: څو شېبې وړاندې مې د حسين وژنه مشاهده کړه[187]))

 

٧_ د لګن نوراني کېدل او د امام حسين پر سر د الوتوونکيو راچورلېدل:

امام حسين چې پر ځمکه راولوېد، خولي بن زيد ړومبى تن و چې ورته وويل شو سر يې له تنې ورجلا کړه، ډېره خواري يې وکړه؛ خو لاسونه رپېدل او دا جنايت یې ونشو کړاى، په پايله کې شمر بن ذى الجوشن دا ګناه وکړه او سر يې خولي ته ورکړ. خولي سر واخيست، ځانته يې د کوفې لار ونيوه او داچې په ځنډ دارالامارې ته ورسېد، ور يې بند و، خپل کور ته ولاړ او د کور په تنور کې يې سر پټ کړ. خولي دوه مېرمنې درلودې، يوه د بني اسد له ټبره او بله له حضر يمين او په دې یې شپه وار و چې خولي ورسره ويده شي. روستۍ مېرمن، په خپله وايي: (( خولي کور ته راغى او د امام حسين مبارک سر يې په تنور کې کېښود، بيا کوټې ته راغى چې په کټ کې ويده شي، ومې پوښتل: څه خبره ده؟ ويې ويل: له نړيوالې شتمنۍ سره درته راغلى يم. دا د امام حسين سر دى چې راوستى مې دى. ومې ويل: افسوس درباندې! نور کورته سره سپين راولي او تا د پېغمبر (ص) د زوى سر راوړى دى؟!! نه، پر خداى قسم، تر دې روسته به درسره سنملم. مېرمن زياته کړې: له کټه راولټېدم او له کوره ووتم. (( خولي)) اسديه ښځه راوبلله او ورغله. کېناستم او ليدل مې. پر خداى قسم، له تنوره د اسمان خوا ته د رڼا غوړسکې پورته کېدې او همدغسې سپين سپين الوتونکي مې ليدل چې له تنوره ګرد چاپيره ګرځېدل[188].

 

٨_ د پېريانو ویر او ماتم

ابونعيم اصفهاني په دلايل النبوه کې له ام سلمه رضى الله عنها روايتوي چې ويلي يې دي: (( پر امام حسين د پېريانو ویر او ماتم مې اورېده او ژړل يې)). ثعبلي په ((امالي)) کې د خباب الکلبي له لارې روايت کړى دى: (( په کربلا کې مې وليدل چې د عربانو يو مشر ته وويل شو: خبر شوى يم چې تا د پيريانو وير اورېدلى دى؟ ويې ويل: په دې ښار کې چې څوک وينې وبه وايي چې اورېدلى مې دى[189]))

په بل روايت کې: ام سلمه بي بي وايي: (( چې امام حسين شهيد شو، پيريانو پرې وژړل او د باران پر ځاى وينه وورېده [190]))

 

 

اوولسمه برخه

عاشورا د اهلسنتو له نظره

 

په کربلا پاڅون کې د امام حسين آريزه موخه پر نېکيو امر او له بديو منع وه

امام حسين له مدينې په راوتو کې خپله يوه موخه په ډاګه (( پر نېکيو امر او له بديو منع)) وبلله. د خبرو يوه برخه يې را اخلو: (( … و انى لم احزج اشرا ولا بصرا ولا مفسدا ولا ظلما و انما حزجت لطلب الاصلاح فى امة جدى. اريد ان آمر بالمعروف و انهى عن المنکر. و اسير بسيرة جدى و ابى على بن ابى طالب…؛ يعنې: … زه شر جوړولو، مزو چوړچو، فساد او ظلم ته راپاڅېدلى نه يم؛ بلکې د خپل نيکه امت سمونې ته راپاڅېدلى يم، غواړم پر نيکيو امر او له بديو منع وکړم او د خپل نيکه رسول الله (ص) او پلار مې علي بن ابى طالب لار خپله او بيا ژواکې کړم[191]…))

دا خبرې د سني او شيعه په ګڼو سرچينو کې روايت شوي او په ډاګه د امام حسين موخې څرګندوي او د عاشورا د پاڅون په شننه او تفسير کې يې ناليدلي ګڼلاى نشو او تاريخ ښيي چې دا خبرې له ډېر وخته راهيسې د عاشورا د پاڅون د شناندو پاموړ وې.

 

عاشورا د (( قاضي عبدالجبار معتزلي)) له ليدلوري:

قاضى ابو الحسن عبدالجبار(٣٢٤- ٤١٥س) چې پر قاضي القضاة هم يادېږي مهم کتاب يې (( المغني)) دى چې په شلو برخو کې خپور شوي، او د امام حسين د پاڅون حکمت او فلسفه يې په (( پر نيکيو امر او له بديو منع)) کې ليدلې ده او په ((المغني)) کتاب کې په دې اړه وايي: (( و على هذا يحمل ما کان من الحسين بن علي لما کان فى صبره على ما صبرا عزاز لدين الله عزوجل و لهذا نباهي به سائر الامم فنقول: لم يبقى من و لد الرسول (ص) الاسبط و احد فلم يترک الامر بالمعروف و النهى عن المنکر حتى قتل دون ذلک: د حسين بن علي پاڅون پر همدې مانا تفسيريږي چې زغم يې _څنګه يې چې وکړ_ د عزوجل خداى دين ته عزت ورکړ. او موږ مسلمان امت په دې پاڅون پر نورو امتونو وياړو او وايو: د رسول الله (ص) له زامنو يوازې همدا يو تن پاتې و چې ده هم پر نيکيو امر او له بديو منع پرېنښوده، ان چې په دې لار کې ووژل شو[192].

د قاضي عبدالجبار له خبرې پوهېدل کېږي چې په خپل پاڅون کې د سيد الشهداء نيت او انګيزه پرنېکيو امر او له بديو منع او موخه يې د خداى د دين عزتمنول و او د همدې سترې موخې لپاره يې ټول کړاوونه وزغمل چې په پاى کې يې د خداى دين عزتمن کړ او نړيوالو ته يې وپوهوله چې اسلام دومره قدر او ارزښت لري، که ان د پېغمبر (ص) يوازې يو زوى خپله ټوله هستي ترې ورځار کړي، ورباندې ارزي.

قاضي په ((المغني)) کتاب د امام حسين او پاڅون په باب يې خپله ګروهه څرګندوي:  ((خو زموږ په ګروهه د حسين مشرتوب (امامت) جوت شوى دى، په دې دليل چې ددې کار پر سموالي يې صلاحيت درلود؛ نو د تېرو ويلو له مخې سکه چې بيعت ورسره شوى و. په رښتيا چې په دې هکله مطلب ډاګيز دى چې ټولو بيعت ورسره وکړ، عالمانو او امينانو هم بيعت ورسره وکړ او ثابته شوې چې مسلم بن عقيل يې کوفيانو ته ورولېږه او له ډېرو يې حسين ته بيعت واخست. او په سمه روايت شوي، چې پر هغه وخت غوره خلک يې _لکه محمد بن علي او…_ پر امامت خوښ ول او که روايت شوى چې دوى حسين له پاڅونه منع کاوه، په دې پار، چې زړه سوى يې ورباندې کاوه، ورته يې وويل چې په خپل کور کې پاتې شي او له وژل کېدو خوندي وي چې امامت او واکمنۍ ته ورسېداى شي، ځکه دوى معاويه ازمېيلى و او له دې د شاميانو اطاعت او په جګړه کې يې بې غوري ترې ليدلې وه.

داچې دوى له پاڅونه منع کاوه، دا نه راښيي چې پر امامت يې نا خوښه وو. نو چاته نه ښايي چې ووايي: امامت يې زباد شوى نه دى، ځکه دا راپاڅېدلى چې بيعت ورسره وشي؛ خو چې کوفې ته په ورننووتو لاسبرى نشو بيعت پلى نشو او په پايله کې بيعت هم عملي نشو. سکه څه مو چې وړاندې وويل، دا انګېرنه پوچه زبادوي او دې ډول خبرو ته څه ځاى نه پاتېږي.

د قاضي په وينا کې په ډاګه څو مطالب څرګندېږي:

١_ د امام حسين پر امامت ګروهه يوازې د اهلبيتو په ښوونځي کې زباد شوې نه؛ بلکې د خلفاوو ښوونځي يو غټ شمېر لارويانو ته هم زباد شوې ده.

٢_ د پورته خبرې دليل يې دا دى چې اسلامي نړۍ (ګرد مسلمانان) له امام سره بيعت کړى و چې پوهان او امينوال پکې لږ نه ول: (( ان العالم بايعوه…)).

٣_ کوفيانو د مسلم بن عقيل له لارې بيعت ورسره کړى و.

٤_ د محمد حنفيه او… په څېر وګړي يې پر مشرتوب راضي او خوښ ول.

٥_ دوى چې امام کوفې ته له ورتګه منع کاوه، دليل يې دا و چې دده پر مشرتوب ګروهن وو، او غوښتل يې چې ژوندى پاتې شي چې ددوى مشري وکړي.

٦_ هغوى چې په زړه سواندى کوفې ته د امام حسين له ورتګه منع کړې، دليل يې دا و چې شاميان يې ازمېيلي ول او پوهېدل چې شاميان لاس په نامه د امويانو تيارسى لښکر دى او د مسلمانانو د وژنې څه پروا نه لري.

البته د تامل وړ ده چې حسين بن علي ته به د شاميانو خوى ورڅرګند نه و يا يې دا احتمال چې وبه وژل شي په پام کې نه و او يا يې له پلار (علي) او ورور (حسن) سره د کوفيانو بې وفايي هېره کړې وه.

 

عاشورا د (( جاحظ)) له ليدلوري

ابوعثمان عمرو بن بحر جاحظ ( ١٥٨-٢٥٥س) د امويانو او د اسلام په تاريخ کې يې د ناوړو او تخريبي اغېزو په باب يوه لنډه رساله کښلې چې د يزيد په هکله کاږي: ((تر معاويه روسته، زوى يې او د يزيد يارانو او مامورينو داسې جنايات وکړل چې له دې ځنې پر مکې يرغل، د کعبې تخريب، د مدينې د حريم ماتول او د حسين وژنه وه. حسين يې د خپلې کورنۍ له ډېرو کسانو سره _هغوى چې د تيارو ډيوې او د اسلام ټينګ او پايښتي مشران وو_ په داسې حال کې ووژل چې ده په خپله خپل ډېر ملګري او لارويان رخصت کړل او د خپل کور او ژوند ته د ورګرځېدو په لټه کې و، يا يې غوښتل چې په دې پراخ هيواد کې يوې لرې سيمې ته ورشي او يا پر هغه مقام شي چې ورته مؤظف و. خو له دې سره سره امويانو يوازې د امام په وژنې او يا يې د تسليمېدو لارنېولې وه. په دې توګه که خپله يې د وژنې لار نيوه يا يې ځان ورتسليماوه، په دواړو حالاتو کې وژل کېده او پايله يې يوه وه. دا مرګوني وضع هغه رامخې ته کړې وه چې يوازې يې د حسين په وينو څښلو کينه سړېده[193])).

د جاحظ په خبرو کې د پاموړ ټکي:

١_ امام حسين بيخي د جګړې هوډ نه درلود، ښورښ يا واک اخستو ته راپاڅېدلى نه و، ځکه که دا هوډ يې درلوداى؛ نو خپل ملګري يې نه رخصتول، حال داچې د تاريخ په ګواهۍ، امام حسين دا کار وکړ او په لار کې يې خپلو ملګرو ته وويل: (( … فمن احب منکم الانصراف فلينصرف، ليس عليه منا ذمام…: يعنې څوک چې ستنېږي، ستون دې شي چې له لوري مې ورته اجازه ده[194]))

او په دې خبرې پسې، ډلې ډلې خلک ترې جلا او يو لږ شمېر کسان ورسره پاتې شول چې له مدينې ورسره راغلي ول[195].

٢_ يزيد او لارويانو يې د امام حسين پر وژنې ټينګار درلود، که نه امام خو په ټينګه له جګړې ډډه کوله او په نهايت کې هم له ځان او خپلې کورنۍ په دفاع کې اړ او شهيد شو.

٣_ امويانو امام حسين د دوو مړينو (د ذلت مړينه او عزتمنه مړينه) تر مينځ را ايسار کړي و او امام، شهادت او پتيال مرګ پر بيعت او ذليل مرګ غوره کړ چې ووژل شي.

د جاحظ د خبرو لپاره، د امام حسين له خبرو هم ډېرى شواهد راوړاى شو چې په ډېرو معتبرو سرچينو کې راغلي دي: ((دې حرموني د حرموني زوى (( عبيدالله بن زياد)) پر دوه لارې _په توره وژلو يا ذليل پاتېدل_ درولى يم او هډو د ذلت لار به خپله نه کړم، ذلت او خوارۍ ته غاړه نه ږدم، ځکه خداى او استازى يې، پر خداى او رسول يې مؤمنان، د ميندو پاکې لمنې، پاکلمني انسانان، غيرتي سرونه او عزتمن وګړي، ټول او ټول له دې کاره سرغړونه کوي او د عزتمنو او سترو انسانانو وژنتون، پستو او لئيمو خلکو ته پر ورتسليمېدو غوراوى ورکوي[196].))

 

عاشورا د ابن جوزي له ليدلوري:

ابوالفرج جمال الدين عبدالرحمن بن علي حنبلي بغدادي(٥١١-٥٩٧س) په ابن جوزي مشهور، واعظ، مفسر، حديثپوه، فقيه، تاريخپوه، او نامي ليکوال دى چې د ((المنتظم فى تاريخ الملوک والامم))، (( تلبيس ابليس)) او (( الودعلى المتعصب العنيد المانع من لعن يزيد)) په څېر پرېمانه کتابونه ترې پاتې دي او په (٦٨-٦٩) مخونه کې یې وايي: (( څوک به ونه مومې چې د يزيد پر بيعت به خوښ و، ان عوام هم ترې منکر وو؛ خو له ډاره يې څه ويلاى نشو… عالمان يوه خوله دي چې د هیلو او لېوالتیاوو له اړخ د چا پر مشروالي استناد نشو کړاى او هرو مرو امام بايد څه ځانګړتياوې ولري او حسين د امام حانګړنې او د مشرتوب شروط درلودل چې په خپلې زمانې کې يې چا سيالي ورسره نشوه کولاى)).

په دوام یې د فقهاوو پر ويناوو لګيا کېږي چې پر (( فاضل)) د (( مفضول)) ولايت روانه ده، او لازم دي، هغه واکمن وټاکل شي چې (( افضل)) دى، زياتوي: (( دا چې ثابته شوه د پېغمبر(ص) اصحابو امامت ته افضل وګړي غوښته او يزيد يې ددې کار لايق او وړ نه باله، ايا څوک شکمنېده چې په رښتيا حسين خلافت ته تر يزيد وړ و؟ نه، هېڅکله! ځکه ان تر حسين راټيټ وګړي _لکه عبدالرحمن بن ابوبکر، عبدالله بن عمر، عبدالله بن زبير او عبدالله بن عباس (رضی الله عنهم)_ تر يزيده خلافت ته وړ وو)).او په ټينګار زياتوي: (( که خورا ناپوه وپوښتل شي چې حسين اصلح دى يا يزيد؟ بېشکه درته به ووايي: حسين، څه مې چې وويل په ډاګه شوه چې د يزيد ولايت د زور له مخې و او خلک هم له ډاره چوپ کېناستل[197]))

ابن جوزي د څو مهمو ټکيو څرګندنه کړې چې پاموړ دي:

١_ خواص؛ خو اسان دي، ان عوام هم له يزيد سره په بيعت راضي نه ول؛ خو له ډاره يې څه ويلاى نشول.

٢_ پوهان يو خوله دي چې بايد هغه امام وي چې د مشرتوب شرايط او د مشر ځانګړنې ولري.

٣_ امام حسين يوازينى کس و چې دا شرايط يې درلودل، په خپلې زمانې کې يې سيال نه درلود.

٤_ داچې ثابته شوې چې اصحابو امامت ته داسې څوک غوښته چې ((افضل)) وي او يزيد يې ددې وړ نه ګاڼه؛ نو چاته څه شک نه پاتې کېږي چې امام حسين تر يزيده خلافت ته وړ و.

٥_ نه يوازې امام حسين، ان تر دې ور ټيټ هم تر يزيد، خلافت ته وړ وو لکه: عبدالرحمن بن ابوبکر، عبدالله بن زبير او عبدالله بن عباس (رضى الله عنهم).

٦_ مطلب دومره ډاګيز دى ان که له خورا ناپوه وپوښتل شي: امام حسين يا يزيد کوم يو خلافت ته وړ دى؟ بېشکه وبه وايي: امام حسين.

د ابن جوزي په خبرو کې له غوره او ځيرنې معلومېږي چې نوموړی عاشورا پردې بنسټ څېړي چې امام حسين ځان تر يزيده خلافت ته وړ باله او ګرد اسلامي امت له عوامو تر خواصو په دې ګروهه کې ورسره هم اندي وو او يزيد يې هډو خلافت ته وړ نه ګاڼه، پر دې سربېره زرګونو مسلمانانو په ليک کښلو له امام حسين سره بيعت کړى وه او د مسلمانانو د چارواکۍ اخستو ته يې- چې يوازې يې همدا وړ باله- رابللى و او د مرستې ژمنه يې ورسره کړې وه، له همدې لامله خورا پر ځاى او حق به وي چې ووايم: امام حسين د اسلامي امامت او خلافت بيا ژواکۍ او د اسلامي حکومت جوړېدو ته له مدينې ځنې مکې او له دې ځايه کوفې ته ولاړ. لکه چې ابن جوزي هم د خبرو په دوام کې دې مطلب ته اشاره کړې ده او کاږي: (( چې کله عراقيانو امام حسين ته وکښل چې راشه، بيعت درسره وکړو او امام ګڼل چې خلافت ته وړ دى او د دوى ملاتړ يې هم وليد؛ نو ورغى[198]))

او په بل ځاى کې يې له پاڅونه موخې ته اشاره کوي او نيت يې (( د باطلو په ځپنه او د حق په دريدا)) کې رانغاړي:

(( غليم وايي: يوې ډلې انګېرلې چې حسين خارجي و، ورته وايو: يوازې هغه وخت ويل کېږي چې پلانى خارجي دى چې د حقوال پر ضد راپاڅېدلى وي؛ خو بېشکه حسين د باطلو منځه وړ و او د حق اقامې ته راپاڅېدلى و[199]))

ابن جوزي په دوام د نواصبو له موخو پرده لرې کوي چې امام حسين يې خارجي بللى او څرګندوي چې دا يوه ناروا نومونه ده او له امامته يې ايستل په دې موخه و چې په دې دريځ امويان له رسوايئ بچ کړي او دا يعنې عقل و دين لتاړول: (( خو امام خارجي نومول او له امامته ايستل په دې موخه دي چې امويان له افتضاح او رسوا کېدنې بچ شي او دا هغه څه دي چې د عقلمن عقل او د دينوال دين به ورته غاړه کېږدي [200])).

يادونې وړ ده چې د سبط ابن جوزي اند، د خپل نيکه ابن جوزي په څېر دى؛ خو د سبط ابن جوزي د (( تذکرة لخواص)) د کتاب له څېړنې معلومېږي، تر نيکه يې ليد لورى د اهلبيتو د ښوونځي لارويانو ته خورا ورنژدې دى.

 

عاشورا د ابن ابى الحديد معتزلي له ليد لوري:

عزالدين ابو حامد عبدالحميد بن هبة الله مدايني(٥٨٦-٦٥٦س) ډېر په دې پېژندل کېږي چې پر (( نهج البلاغې)) يې شرح ليکلې او پر خپلې کنيي (( ابن ابي الحديد)) يادېږي. د (( نهج البلاغې)) په شرح کې يې په بېلابېلو ځايونو کې د سيد الشهدا پاڅون يادوي او عاشورا په شور ځوګ او حماسي ډول او څاروي او د امام مړانه يادوي:(( د هغو ښاغلى چې ذلت ته يې غاړه کېنښوده، هغه چې خلکو ته يې غيرت او مړانه او هم د تورو په کړسهارو کې وژنه ور زده کړه او دغسې عزتمن مرګ يې پر پستې او ذلت غوره کړ، دا ابو عبدالله حسين بن علي بن ابى طالب و، ده او يارانو ته يې امان ورکړاى شو؛ خو دا ذلت يې ونه مانه او داچې ډارېده، که ابن زياد يې ونه وژني هم، په يو ډول يې ذليلوي؛ نو مرګ يې غوره کړ[201]))

زياتوي: (( حسين هغه څوک و چې عزتمن مرګ يې ژوند او په ذلت کې ژوند يې مړينه وليده)).

 

عاشورا د ابن ابار اُندلسي له ليد لوري:

ابو عبدالله محمد بن عبدالله قضاعي(٥٩٥-٦٥٨س) ليکوال، تاريخپوه، حديثپوه، اديب او سياستوال و، په ابن ابار بلنسي، ابن ابار اشبيلي او ډېر پر ابن ابار اندلسي يادېږي. دا د اهلسنتو يو ازاد اندى، او متصف انديال دى چې په دوو کتابونو (( دُرر السمط فى خبر السبط)) او (( معادن اللجين فى مراثى الحسين)) کې يې د حسين په اړه خپلې پېرزوينې وړاندې کړي دويم کتاب يې له منځه تللى يا داچې خپور شوى نه دى. په (( دررالسمط فی خبر السمط)) کتاب کې يې ليکلي:

١_ امويان يې انباء الطلقاء، په بل ځاى کې آل طليق او آل مروان يې آل طريد ښوولي دي او دوى يو مخې د خلافت وړ نه بولي.

٢_ د صدر اسلام تاريخ د پېغمبر اکرم (ص) له زمانې تر عاشورا يوازې د امويانو او بني هاشمو شخړه ګڼي چې آل سفيان د جاهلي دښمنۍ له مخې ورته لمن وهله او بني هاشم يې د اسلام او ځان دفاع ته اړول.

٣_ علي (ک) يې له معاويه بن ابوسفيان سره پرتله کړى او په ترڅ کې يې کاږي: (( کان على آخر الخلفاء و معاويه اول الملوک، شتان بين اثنين: هذا موعد بتسلب الدنيا و هذا واعد. و ان جمقهم الجنان و نزع من صدورهم الغل والشنان، فبين المنزل لتين بون بان فى الکلمتين _غرى غيرى[202]_ و _نحن الزمان[203]_)) يعنې: (( علي روستى خليفه او معاويه ړومبى پاچا و، هډو دوى سره نه راټولېږي: دا يو (معاويه) ډاريده چې دنيا يې له منګولو ونه وځي او بل (علي) ځان ته زېرى ورکاوه چې په پاى کې به له دې نړۍ ولاړ شي. د فرض له مخې که جنت يې يو بل تر څنګ کېنوي او له زړونو يې کينه وباسي بيايې ترمنځ ستر درز دى چې له دوو کليمو _عرى غيرى_ او _نحن الزمان_ څرګندېږي)).

((ابن ابار)) امام حسين او يزيد بن معاويه هم پرتله کوي او په زړه پورې او جالبه ليکنه د امام حسين د عاشورا پېښه کاږي او په دې نړۍ کې د آل علي (ک) مظلوميت او محروميت يادوي او د علي (ک) د اولادې پر وړاندې د نړۍ پر بې مينتوب ژاړي، په پاى کې ليکي: (( سره له دې چې د علي (ک) زامن د کمال په هسکه څوکه ول او تر ټولو خلافت او واکمنۍ ته وړ وو، ولې او څرنګه وشو چې په نړۍ کې له دنيا بې برخې شول؟!!)) (( ابن ابار اندليسي)) يې پخپله ځوابوي: (( سياسي سوداګرو او سوداګرو سياستوالو چې تل دنيا ته پام و، د علي (ک) او آل يې هډو څه ورپام نه و. امويان درپه دره په دنيا پسې ګرځېدل او د څو ورځو واکمنۍ ته چمتو ول چې ګرد اسلامي او انساني آرونه لتاړ کړي؛ خو على (ک) ، امام حسن او امام حسين دغسې نه ول، واکمنۍ ته يې د يوې وزلې په نامې ليدل چې يوازې او يوازې کله د خلکو د دنيا او دين د چارو سمونې ته وکارېږي چې پخپله خلک يعنې ډېر خلک يې د واکمنۍ وړ کسانو ته ورکړي يا لږ تر لږه په دې باب په عمل کې خپله خوشحالي وښيي)).

په دې باب په نهج البلاغه کې د علي (ک) ډېرې خبرې راټولې شوې دي او ويلاى شو چې د (( ابن ابار)) دا خبره ډېر پر ځاى ده او نه ښايي چې امام حسين په خپل پاڅون کې په واکمنۍ غوښتو تورن کړو، پاڅون يې ښورښ ونوماوو او د هغې ورځې د مسلمانانو د ټولنې خپاره واره کېدل يې وګڼو؛ ځکه په علوي او د حسنينو په سيرت کې، زهد خورا اوچت امتياز او ځانګړنه ده چې ليدل کېږي، نه دنيا پالي.

((ابن ابار)) کاږي: (( داچې د علي (ک) زامنو په تېره حسين چې خورا ځانګړنې درلودې، ددې دنيا له واکمنۍ بې برخې شو دليل يې دا دى چې پلار يې علي (ک) دنيا درې طلاقه کړې وه او څرګنده ده چې د پلار طلاقې مېرمن، زوى نکاح کولاى نشي)).

(( ابن ابار)) د علي (ک) له خبرې سره په تړښت کې، په خپله خبره کې زياتوي: هغوى چې حسين بن علي خارجي بولي او پاڅون يې دنيا ته او د قدرت تر لاسه کول ګڼي؛ نو ولې يې له ياده ايستلي چې امام حسين خو د هغه علي زوى دى چې ابن عباس ته يې وويل:

(( پر خداى قسم دا شلېدلې څپلۍ چې هېڅ ارزښت درته نه لري، پر تاسې تر واکمنۍ راته خورا ارزښتمنه ده[204])) نو له دې سره سره څنګه ويلاى شو: امام حسين دا خبرې له خپل پلاره اورېدلې نه وې او يا يې ځان کوڼ کړى و؟

البته (( ابن ابار)) نه غواړي چې امام حسين زاهد يا ګوښه ګير وښيي، يا هيله وکړي چې کاشکې د پلار په څېر يې دنيا درې طلاقه کړى واى او له مدينې راوتى نه واى او يا يې د خپل ورور حسن په څېر چلېده، ځکه زاهد والي، د امام علي سيرت او د امام حسين ژوند دود خپلول له ظالمانو سره له پاڅون او مبارزې سره څه ټکر نه لري. په زړه پورې دا ده چې (( ابن ابار)) په يوه ځاى کې امويان (( فراعنه)) بولي او په دې توګه امام حسين له حضرت موسى (ع) سره ورته کوي او ليکي: (( کانت بنو حرب فراعنة: فذهب ابن بنت الرسول ليخرجهم من العراق فانعکس المروم، و حورب ولا فارس والروم[205]))

په دې خبره کې څرګندوي چې د امام حسين موخه دا وه چې لږ تر لږه شيعه مېشت عراق د امويانو له ولکې وباسي او عراقيان چې له امويانو ډېر ځورولي وو له اموي فراعنه واکمنۍ وژغوري؛ خو داچې خپه خلکو اقدام ونه کړ پايله يې اپوټه شوه.

(( ابن ابار)) يو دوه بيته شعر راولي چې امامت د زهراى بتول د زوى سر لوړي او عزتمن امام حسين حق دى نه د يزيد د ځيګر خورې هندې د زوى چې د پستۍ پګړۍ يې پر سر ده.

ان الامامة لم تکن، للئيم ماتحت العامة

من سبط هندوا بنها، دون البتول ولاکوامة

٤_ (( ابن ابار)) د امام حسين په خبرو کې څو ټکيو ته پام ور اړوي:

(الف): (( جاء عنه انه خطب فى ذلک الخطب الجليل، و زهد فى عيش کاالموعى الوبيل، و قال: لا اعطيکم بيدى اعطاء الذليل: يعنې په تاريخ کې راغلي چې هغه (امام حسين) په هغه مهم کار کې (د عاشورا پاڅون) خبرې وکړې او حال داچې په ذلت او سختۍ کې يې له ژونده مخ اړو [خپلو دښمنانو ته] وويل: زه به په خپل لاس، د خوارو انسانانو په څېر، ځان درونه سپارم)).

(ب): (( فانى لا ارى الموت الاسعادة؛ مرګ مازې نيکمرغي وينم[206]))

(ج): (( الا ترون الحق لا يعمل به، و الباطل لا يتناهى عنه و… ايا نه وينئ چې پر حق عمل نه کېږي او له باطلو لاس نه اخلي؟[207]))

٥_ د امام حسين او يزيد شخصیت راپېژني : (( حسين ټوله شپه تر ګهيځه خداى ستايه او قرآن یې لوست او يزيد ټول عمر په شرارت او کينې کې تېر کړ؛ نو ستاسې دې پر خداى قسم وي چې دوى څنګه يوځاى کېداى شول[208]؟))

٦_ د امام حسين د وژوونکيو او هغوى چې د حسين لاسنيوى يې کړى نه دى او بې پرې دريځ یې نیولی، پر وړاندې یې خپل دریځ اعلانوي: ما الشک عندى فى حال قاتله _لکننى اشک فى الخاذل[209] .

٧_ نن چې د عاشورا څېړونکيو پر خولو د ابو العلاء معري شعر دى، راوړي:

و على الدهر من دماء الشهيد
دين على و نجله شاهدان
فهما فى اواخر الليل فجرا
ن و فى اوليا ته شفقان
ثبتا فى قميعه ليجئ ال
حشر مستعد يا الى الرحمن[210]

 

اتلسمه برخه

د عاشورا اړونه

 

د حقايقو اړونه او جناياتو ته مخونه

ارواښاد قاضي ابوبکر محمد بن عبدالله بن عربي اشبيلي په ابن عربي مشهور (٤٦٨-٥٤٣س) يو سلفي حديثپوه او مالکي فقيه دى، په (( العواصم من القواصم فى تحقيق مواقف الصحابه بعد وفاة النبي (ص) )) کتاب کې کاږي: خرج الحسين عن حده و قتل بسيف جده: حسين له دينه ووت چې د خپل نيکه په توره ووژل شو، يعنې ابن عربي قايل و چې امام حسين د خپل نيکه له دينه ووت، مهدورالدم شو او اسلامي امت هم د پېغمبراکرم د دستور [=څوک چې مې په امت کې فتنه راولاړوي او درز پکې اچوي بايد ووژل شي] له مخې وواژه.

ابن عربي د العواصم من القواصم په ٢٣٢ مخ کې کاږي: (( هغه له حسين سره جګړې ته له خپله کوره ووت چې د رسول الله (ص) خبره يې تاويل (او تفسير) کړه او هغه جګړه ورسره وکړه چې دده له نيکه _د پېغمبرانو مخکښ_ يې اورېدلي وو چې په فتنه کې به له ورګډېدو ډډه کوئ. په دې باب د پېغمبر (ص) پرېمانه خبر دي چې يوه يې دا ده: ژر به فتنه راولاړه شي او څوک چې دا يو موټى امت ويشي، په توره يې غاړه ور پرې کړئ، هر څوک چې وي توپير نه لري. او خلک د همدې حديث له مخې د امام حسين پر وړاندې راپاڅېدل)).

 د همدې کتاب په ٢٣٤ مخ کې له امويانو په دفاع کې کاږي: (( عجیبه ده چې خلک د بني اميه له ولايته سر غړونه کوي؛ خو پېغمبر (ص) ړومبى تن و چې ولايت يې ورپرېښود)).

او له يزيده په مخونه کې (٢٢٧ مخ) کاږي: (( که ويل کېږي چې يزيد شرابخور و، په ځواب کې وايو: دا خبره يوازې د دوو ګواهانو په ګواهۍ ثابتېږي، او چا يې پر دې کار شاهدي ورکړې ده؟ بلکې اپوټه د ليث په څېر عادل انسان وويل: پر پلاني تاريخ، امير المؤمنين يزيد ومړ، يعنې ليث يزيد امير المؤمنين نومولى دى)).

پر عاشورا د ابن عربي نيوکې او اړونې په څو ټکيو کې رالنډېږي:

١_ له بيخه د حسين پاڅون يوه تېروتنه وه؛ بلکې په آر کې پاڅون نه چې فتنه او ښورښ و!: (( که پاڅون ته کومه مخونه وه؛ نو بېشکه ړومبيتوب له ابن عباس سره و چې پاڅي، ځکه د ورور (عبيدالله) دوه زامن يې په ظلم وژل شوي ول[211]))

٢_ فتنه له هغه ځايه راولاړه شوه چې حسين بن علي د مروان نصايح ونه منل چې له يزيد سره بيعت وکړي!

٣_ حسين بن علي، په واقع کې د کوفيانو په ليکونو وغوليد!

٤_ په سر زوري يې، د کوفې لار ونيوه او د ابن عمر (رض) او ابن عباس (رض) په څېر مشرانو خبرو ته يې غوږ ونه نيو: (( هغه، د خپلې زمانې د خورا پوره عبدالله بن عباس او د ستر صحابي عبدالله بن عمر له نظره يې مخ واړو. په نهايت کې راګېر شو او سموالى يې په کږښت کې وليد[212]))

٥_ د ابن عربي له نظره، ابن عباس د خپلې زمانې اعلم، ابن عمر (رض) د اصحابو مشر، فاسق، يزيد، امير المؤمنين او د رسول الله (ص) زوى امام حسين هېڅ نه و!

٦_ امام حسين نه د يزيد بن معاويه په مستقيم او مؤکد امر او نه د ابن مرجانه په حکم او نه د عمر سعد، شمر او سنان په تورو او نه د يزيدي لښکر د ناپوهۍ او بې دينۍ په پار وژل شوي؛ بلکې د کوفې او بصرې لوچکانو د اجتهاد له مخې او مزدور عربانو چې د پېغمبر (ص) خبرو ته کومه عقيده درلوده ورته د اخلاص او پېرزوينې له مخې، ووژل شو!.

ارواښادابوالعباس احمد بن عبدالحليم دمشقي حنبلي(٦٦١-٧٢٨) په ((ابن تيميه)) مشهور، د امام حسين د پاڅون په اړه په راس الحسين کتاب (١٩٩-٢٠٠ مخونه) کې کاږي: (( ټولو مشرانو لکه عبدالله بن عباس او عبدالله بن عمر، حسين له پاڅونه منع کاوه ورته يې وويل، کوفې ته مه ورځه او ورور يې هم حسين ته نصيحت کړى و چې پاڅون ونکړي، او ټول يوه خوله وو چې په دې پاڅون کې کوم مصلحت نشته)).

په منهاج السنة (٢/٢٤١-٢٤٢ مخونه) کې کاږي: (( په پاڅون کې يې نه دين ته او نه دنيا ته کوم مصلحت نه و، په راپاڅېدو او وژنه کې يې يو فساد راولاړ شو، که په خپل ځای کې ناست واى، نه راولاړېده)).

(( ابن تيميه)) په لنډو له مدينې تر کربلا د کربلا پېښه را اخلي؛ خو امام حسين چې له مدينې تر مکې او له مکې تر کربلا کومې خبرې کړي راوړي يې نه دي او يوازېې په دې جعلي روايت بساينه کوي: (( حسين غوښتل د خپل تره زوى يزيد ته يې ورستون کړي چې بيعت ورسره وکړي[213]))

د ابن تيميه له نظره د عاشورا فتنه او د امام حسين پاڅون له يزيد سره له بيعت نه کولو پيل او له بيعته د ډډې کولو په پښېمانۍ او يزيد ته په ورتسليميدو او ورسره بيعت کولو پاى ته ورسېده.

لنډه داچې ټول دې بې غمه وي چې عاشورا په دوو غونډلو کې رالنډېږي: پيلامه يې بيعت نه کول او پاى يې هم د امام حسين بيعت کول و او بس!!! او په دې منځومال کې يزيد هېڅ کاره و. څه یې چې وکړل ابن زياد وکړل؛ بلکې څه چې وشو امام حسين په خپله کړي و السلام!!!

ارواښاد عماد الدين ابو الفداء اسماعيل بن عمر په ابن کثير مشهور (٧٠١-٧٧٤س) په تاريخ، تفسير او احاديثو کې کتابونه ترې پاتې دي او د (( ابن تيميه)) له زده کړيالانو ځنې دى، د عاشورا په شننه او روايتولو کې يې پر خپل استاد پښه وراړولې او په خپل تاريخ کې يې کرښه په کرښه له يزيده دفاع کړې ده او په پاى کې خپلې پيرزوينې داسې ورډالۍ کوي، د بحرين د قاضي خبره را اخلي چې ده ته يې وليکل او کټ مټ ليک او لفظ يې دا دى چې ويې ويل: (( يزيد بن معاويه مې په خوب کې وليد، ورته مې وويل: حسين دې وژلې؟ راته يې وويل: نه! بيا مې ورته وويل: ايا خداى وبښلې؟ ويې ويل: هو، او جنتي يې کړم))!!

ابن کثير زياتوي: (( ومې ويل: نو له رسول الله (ص) روايت شوى حديث چې معاويه يې وليد چې زوى يې يزيد په غيږ کې نيولى او بوته يې، ويې ويل: داچې يو جنتي سړى [يعنې معاويه] يو دوزخي سړي بوزي، نبايد سم وي، ويې ويل: هو، سمه نه ده[214]))

ابوزيد عبدالرحمن بن محمد بن خلدون اشبيلي تونسي(٧٣٢-٨٠٨س) يو نامي عالم دى چې د تاريخ د فلسفې بنسټګر او د ټولنپوهنې د پلار په نامه يادېږي؛ خو چې کله عاشورا څېړي، هډو عاشورا وژني او ګردې شننې يې د يزيد پر ملاتړ څرخي. د عاشورا په باب د ابن خلدون نظريات مراکشي عالم ادريس الحسيني په خپلو لاندې کتابونو کې تر کره کتنې لاندې نيولي او پوره ځوابونه يې ورکړي دي:

(۱) الخلافة المغتصبة ازمة تاريخ ام ازمة مورخ.

(۲) لقد شيعنى الحسين.

دا پوهان د عاشورا پېښه ددې جاهلي طرحې پر بنسټ څېړي، چې ((خلافت او نبوت دې د بني هاشمو نه وي او خلافت دې د قريشو په خېلونو کې لاس په لاس شي))؛ نوځکه هڅه کوي چې يزيد، اموي کورنۍ او د دوى ملاتړو ته يو ډول مخونه ورکړي، ځکه ددې طرحې له مخې (( حق)) معيار او کچه نه؛ بلکې د قريشو ګټې معيار دي.

ددې علماوو پر وړاندې د معاصرې اسلامي نړۍ مشهور ټولنپوه ارواښاد داکټر علي شریعتي وايي:

موږ د عربانو (له ګټو) پرته اسلام غواړو.

او د پښتنو مشهور عارف، شاعر، نقاد او پر اهلبیتو مین ارواښاد امیر حمزه خان شینواری (د پښتو غزل بابا) وايي:

ما حمزه ته یثربي باده خاونده                 په ښاغلې پیمانه کې د افغان را

او هم وايي:

د کور خلک برابر د پردیو نه دي          زه اول یم پنجنتني بیا چاریاري

یعنې حمزه بابا دلته د پورته طرحې له مخې، هغه تبلیغات، شننې او دفاع نه مني چې د قریشو ګټو خوندیېنې ته راته کېږي؛ بلکې ((محمدي اسلام)) راوړاندې کوي، چې د ټولنې ستونزې پرې هوارې شي؛ نو ځکه د حمزه د ښوونځي لارویانو ته په کار ده، چې د بابا د همدې اندیزې لیکې د رڼاوي لپاره په شننو او تبلیغاتو لاس پورې کړي، چې زموږ را څېړنه ورته یوه سریزه ده.

 

 

نولسمه برخه

امام حسين د اهلسنتو له ليدلوري

د نبوي کورنۍ امامان د فضايلو درلودونکي دي چې موږ دلته د امام حسين پر وګړې – شخصیت د ځينو اهلسنتو مشرانو روایت او اقرار را اخلو:

١_ پېغمبر (ص) ته حسين ګران و:

حضرت ابوهريره ويلي: (( رسول اکرم (ص) مې وليد چې حسين بن علي يې په غېږ کې نيولى و، ويې ويل: خدايه! دا راته ګران دى؛ نو تاته دې هم دا ګران وي[215])).

٢_ يعلي بن مرة (رض) ويلي: (( رسول اکرم (ص) وويل: حسين له ما څخه دى او زه له حسين څخه يم، هغه دې خداى ته ګران وي چې حسين ورته ګران وي او حسين يو له اسباطو ځنې دى[216])).

٣_ امام حسين جنتي دى:

جابر بن عبدالله انصاري (رض) ويلي: (( له رسول اکرم (ص) مې اورېدلي چې ويل يې: څوک چې غواړي جنتي سړى وويني؛ نو حسين ته دې وګوري[217]))

٤_ له امام حسين سره د دوستۍ او دښمنۍ پايله

حاکم نيشابوري په خپل سند له سلمان (رض) روايتوي چې ويې ويل: له رسول اکرم مې واورېدل چې ويې ويل: (( حسن او حسين مې دوه زامن دي، چاته چې ګران وي؛ نو زه به ورګران يم او چاته چې ورګران يم؛ نو خداى ورته ګران دى او چاته چې خداى ګران وي، خداى به يې جنتي کړي، او څوک چې دا دواړه دښمن وبولي؛ نو زه يې دښمن ګڼلى يم او څوک مې چې دښمن وبولي؛ نو خداى يې دښمن ګڼلى دى او خداى به يې دوزخي کړي[218]))

٥_ خورا غوره ځمکمېشتي:

ابن حجر عسقلاني له عيزار بن حريث څخه روايتوي چې يې ويلي: (( عبدالله بن عمرو بن عاص د کعبې تر سيوري لاندې ناست و چې حسين يې وليد چې راځي. همدا چې سترګې يې پرې ولګېدې، ويې ويل: نن دا سړى تر اسمانوالو، د ځمکمېشتو غوره سړى دى[219]))

٦_ ترمذي په خپل سند له يوسف بن ابراهيم څخه روايتوي چې له انس بن مالک (رض) نه يې واورېدلى چې وايي: (( رسول اکرم (ص) وپوښتل شو: په خپلو اهلبيتو کې کوم يې درته ګران دى؟ ويې ويل: حسن و حسين، او تل يې فاطمې ته ويل: دواړه زامن مې راته راوله؛ نو دواړه يې بويول او په سينې پورې نښلول[220]))

٧_ امام حسين د جنتي ځوانانو ښاغى:

حاکم نيشابوري په خپل سند له ابن عمر (رض) روايتوي چې رسول اکرم (ص) وويل: (( حسن و حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي او پلار يې تر دواړو غوره دى[221]))    

٨_ د رسول اکرم (ص) خوشبويه ګلان

ابن عمر (رض) روايتوي چې رسول اکرم (ص) وويل: (( حسن و حسين مې له دې نړۍ دوه خوشبويه ګلان دي[222]))

٩_ عمر (رض) امام حسين ته وويل: (( څه مو چې پر سر راټوکېدلي (يعنې اسلام)، ستاسې د کورنۍ له وجهې دي[223]))

١٠_ ابن عباس د امام حسين ډېر درناوى کاوه:

 عبدالله بن عباس( رض) د امام حسن او امام حسين رکاب نيولى و، ځينو په دې کار ټپسورى کړ، ورته يې وويل: ته ترې ورمشر يې؟! ابن عباس ورته وويل: (( دوى د رسول الله (ص) زامن دي، دا راته يوه نېکمرغي ده چې رکاب يې ونيسم[224])).

١١_ په نبوي جومات کې د امام حسين مقام

يو تن قريشي، په نبوي جومات کې د امام حسين د مقام په اړه معاويه بن ابوسفيان وپوښت، ورته يې وويل: (( چې نبوي جومات ته ورننووتې او يوه ګڼه کړۍ دې وليده چې داسې چوپ ناست دي چې ته وا پر سرونو يې يو الوتونکى ناست دى؛ نو پوه شه چې دا د ابوعبدالله حسين بن علي کړۍ ده [225] ))

١٢_ امام حسين خلکو ته خورا ګران دى.

معاويه ابن ابوسفيان خپل زوى يزيدته وويل: (( حسين احب الناس الى الناس: حسين خلکو ته خورا ګران دى[226]))

١٣_ د عاشورا پر شپه د امام حسين عبادت

طبري په خپل سند له ضحاک بن عبدالله مشرقي روايتوي چې ويې ويل: (( په کربلا کې د عاشورا پر شپه حسين او يارانو يې ګرده شپه پر عبادت تېره کړه[227]…))

١٤_ د امام حسين کرم و سخا

حسن بصري (رحمة الله عليه) وايي: (( حسين بن علي يو ښاغلى، زاهد، پرهيزګار، صالح، وړ، ناصح او د ښه خوى خاوند و. يوه ورځ له خپلو يارانو سره د خپل مريي ((صاف)) باغ ته ورغى چې ورننووت مريي يې ډوډۍ خوړه، حسين د کجورې ډډ ته ترې پټ شو، ليدل يې چې مريي ډوډۍ نيمه کړه، نيمه يې سپي ته واچوله او د بلې نيمې پر خوړو بوخت شو. حسين د مريي له چاره هک اریان شو، مريي چې له ډوډۍ خوراکه فاع شو، ويې ويل: د نړۍ پال څښتن ستاينه. خدايه ومې بښه، ښاغلى مې وبښه او په خپلې لورنې يې مبارک کړه. لکه چې دده مورو پلار دې مبارک کړي وو، اى د لوراند و خورا لورينه! په دې وخت کې حسين راپاڅېد، ويې ويل: صافه! مريي ترور پاڅېد، ويې ويل: زما ښاغليه او د مؤمنانو ښاغله. بښنه وکړه چې ليدلى مې نه وې. امام حسين وويل: بښنه وکړه چې بې اجازې دې باغ ته راننووتم صاف وويل: د خپل شرافت له مخې دا خبره کوئ. امام حسين وويل: دا چې نيمه ډوډۍ دې سپي ته واچوله او نيمه دې وخوړه، څه مانا يې وه؟ مريي وويل: سپي د ډوډۍ خوړو پر مهال راته کتل او له کتو يې خجالت شوم او ومې ويل، دا ستا سپى دى چې بڼ دې له غلو ساتي؛ نو زه ستا مريي او دا هم ستا سپى دى، روزي دې په ګډه خورو. حسين وژړل، ويې ويل: ته د خداى په لار کې ازاد يې او په پاک نيت مې دوه زره ديناره هم در ډالۍ کړل. مريي وويل: اوس چې دې ازاد کړم، غواړم چې په باغ کې دې وظيفه ترسره کړم. امام حسين وويل: سړي چې خبره وکړه، بايد عملي يې کړي: ومې ويل: بې اجازې باغ ته راننووتم، اوس مې خبره عملي کوم، باغ او څه چې پکې دي ستا دې وي؛ خو له يارانو مې دلته د ميوې او کچورو خوراک ته راغلي دي. مېلمانه يې کړه او زما په پار يې عزت وکړه _خداى دې د قيامت پر ورځ عزتمن کړه_ او خداى دې ستا ښه خوى او ادب درزيات کړي. مريي وويل: ان وهبت لى بستانک فانا قد سبلته لا صحابک وشيعتک، اوس چې دې خپل باغ راکړ؛ نو دا مې ستا ملګرو او لارويانو ته دروقف کړ[228]))

١٥_ د امام حسين مېلمه پالنه

زمخشري روايتوي: (( امام حسين تر طواف روسته، دباندې راووت او پر څو مسکينانو يې سترګې ولګېدې چې د ډوډۍ کپوړي يې خوړل، امام سلام ورباندې واچو، دوى امام حسین خوراک ته راوباله. امام ورسره کيناست ويې ويل: که دا کپوړي خيرات او صدقه نه واى، درسره مې خوړل، بيا يې وويل: راپاڅئ او زموږ کورته راشئ، امام ورته خواړه او جامې ورکړې[229]))

١٦_ امام حسين د يوه احسان بدله ورکوي

حضرت انس وايي: (( له امام حسين سره وم، يوې مينزې يوه لښته ګل ورکړه، حسين ورته وويل: ته د خداى په لار کې ازاده يې. انس په حيرانۍ وويل: په تش يوه لښته ګل دې ازاده کړه؟ ويې ويل: د خداى دا خبره دې اورېدلې نه ده چې وايي: ((وَإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا))؟ د ده تر ډالۍ غوره، ازادي يې وه[230].((

١٧_ د امام حسين تېرېدنه

ابن صباغ مالکي وايي: (( د امام يو مريي څه تېروتنه وکړه چې لازم و، تاديب شي. امام يې د تاديب امر وکړ. مريي يې چې تاديبا وه امام حسين ته يې وويل: ښاغليه! خداى په قرآن کې وايي: ((وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ)) ، مؤمنان غوسه تېروي. امام وويل: لاس ترې واخلئ چې غوسه مې تېره کړه. مريي وويل: ((وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ)). امام وويل: ومې بښلې، مريي وويل: ((وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ))، نېکچاري د خداى ښه ايسي. امام وويل: د خداى په لار کې ازاد يې، امر يې وکړ چې ښه انعام ورکړئ چې ولاړ شي او ازاد ژوند وکړي[231]))

١٨_ امام حسين عذر منه

امام حسين ويلي: (( که څوک مې په ښي غوږ کې وکنځي او په کيڼ کې رانه عذر وغواړي، وبه يې منم، ځکه پلار مې له نيکه يو حديث راته ووايه: لا يرد الحوض من لم يقبل العذر من محق او مبطل: هغه به د کوثر حوض ته رانشي چې عذرونه مني که حقوال وي يا باطوال[232]))

١٩_ د امام حسين درناوى:

امام حسين په يوې جنازې کې برخه درلوده او پر څپليو يې دوړې وې، ابو هريره (رض) راپاڅېد او څپلۍ يې ورپاکې کړې، امام ورته وويل: دغسې مه کوه، ويې ويل: پرېمېږده، پر خداى قسم پر څه چې ستا په هکله پوهېږم، که خلک پرې پوهېداى؛ نو پر اوږو يې سپرولې[233]))

٢٠_ د امام حسين مړانه

مصري عالم، استاد عباس محمود وايي: (( د حسين شجاعت او مړانه، يوه ځانګړنه ده چې د حسين په څېر له يوه سړي څه هېښنده نه ده؛ ځکه مړانه يې داسې ده؛ لکه له کان چې سره راښکاره کېږي، يعنې حسين د مړانې کان دى او دا ځانګړنه يې له خپلو پلرونو او نيکونو په ميراث کې ورپاتې ده او ده د مالي، افريقا، طبرستان او قسطنطنيه په جګړو کې برخه درلوده او د جمل او صفين په پېښو کې له خپل پلار سره و. البته څه چې په کربلا کې تېر شول، که پرتلنه وشي؛ نو په ميړانه او روحي قوت کې، په بنيادمو کې داسې څوک نه پيدا کېږي. همدا ورته بسيا ده چې د نړۍ په تاريخ کې تلپاتې شهيد، د شهيد زوى او د شهيدانو پلار پاتې دى[234]))

٢١_ د امام حسين عزت:

خضرت عبدالله بن زبير وايي: (( حسين پر پست او رټلي ژوند شرافتمندانه مرګ غوره کړ، خداى دې پرې ولورېږي او د ده وژوونکى دې خورا او رسوا کړي او هغه دې لعنت کړي چې دده د وژنې امر يې کړى دى او هغه چې په وژنه يې خوښ شو. پر خداى قسم، حسين ډېرې ورځې روژه و او دشپې يې لمونځ کاوه، پر خداى قسم، د قرآن لوست يې پر غنا، د خداى له ډاره ژړا يې پر سندرو ويلو، روژه پر شرابخورۍ، د شپې ويښتيا پر شپېلۍ وهلو او د ذکر غونډې يې پر ښکار او له بېزو سره پر لوبو، بدلې نه کړې[235]))

٢٢_ له معاويه سره د امام حسين وياړنه

حسين بن محمد په راعب اصفهاني مشهور، د حسين بن علي په هکله وايي: امام حسين له معاويه سره په يوې ناستې کې خپلې وياړنې وويلې: (( زه د اسمان د اوبو او د ځمکې د رګونو زوى يم (يعنې د رحمة للعالمين زوى يم) زه د هغه زوى يم چې د خپل وياړن ځوځات، ستر او اوچت شرافت له مخې د نړيوالو مشر شو. زه د هغه زوى يم چې په خوښي يې خداى خوشحالېږي او په غوسې يې خداى غوسه کېږي، بيا يې معاويه بن ابوسفيان ته وويل: ايا زما د پلار په څېر پلار او د مخينې په څېر مې مخينه لرې؟ که اعتراف وکړې دغسې پلار نه لرم؛ نو مغلوب يې او که ووايې چې لرم يې، دروغ دې ويلي. معاويه وويل: خبرې دې منم، زه دغسې حسب و نسب، پلار او مخينه نلرم. امام وويل: حق يوه رڼا ده چې لاره يې نه کږيږي او حق عقلمن پېژني، او دا خبرې د معاويه په ناسته کې رامخې ته شوې[236]))

ابو نصربن نباته وايي: (( حسين هغه دى چې عزتمن مرګ يې ژوند، او په ذلت کې ژوند يې مرګ ګڼه[237]))

له ظالم سره د امام حسين مبارزه

عمر ابو نصر وايي: (( حسين بن علي، داسې يو څوک نه و چې خلافت يې خپل دبدبې ته غوښته؛ بلکې د مسلمينو په غوښتنې او ټينګار يې موافقه وکړه بلخوا، يزيد بن معاويه د خلافت وړتيا نه درلوده… او که خلافت يې غوښته، په دې پار و چې تر نورو يې ځان احق او اصلح ګاڼه[238]))

٢٣_ امام حسين د نبي اکرم (ص) هينداره

شيخ عبدالله علايي يو مصري عالم او ليکوال دى چې د (( سموالمعنى فى سموالذات)) په نامې يو کتاب لري او دويمه برخه يې (( تاريخ الحسين)) دى چې د کتاب په پيل کې د امام حسين د وګړې په اړه کاږي: (( ابا عبدالله الحسينه! ستا تر تاريخه يو تاريخ هم وړ نه دى چې د تلپاتې او ابدي ستړيا نامه خپله کړي ته هغه نيالګى يې چې د معجزې په وياله کې راټوکېدلى يې چې بل ځاى معجزه وکړې… نبوت يوه معجزه ده چې انسان نوي اوچت فکر ته چمتو کوي. د اسلام پېغمبر (ص) خلک بې الايشه آدميت ته چمتو کړل او خپله معجزه يې پاى ته ورسوله. اى ابا عبدالله الحسينه! ځان دې چمتو کړ چې د بې الايشه آدميت معجزه اوسې او له همدې لامله دې اعجاز پاى ته ورساوه. يو پېغمبر بايد ماغزه له ناوړو افکارو او خرافاتو ومينځي او يو مصلح ته لازم دي چې ځانپالي وځپي. نيکه دې هماغه پېغمبر دى چې د خرافاتو دروغجن خدايان يې له منځه يووړل او ته هماغه د مصطفى (ص) سبط (او ځوځات) يې چې د ځانپالو له سرونو دې د خدايي شوروځوږ لرې کړ. ژوند تل خوځښت دى او مرګ چوپتيا او آرامي ده؛ خو ستر نارينه چې ومري هم آرام او چوپ نه پاتېږي؛ بلکې د خپلې هستۍ له مرکزه په يوه پراخه بې پايه تشيال کې په خوځښت راځي چې ټول ژوندي په جوشو خروش راولي. حسينه! روح دې له هر مصلح سره اخږل شوى او هر مجاهد او مبارز سرښندنه ستا د ښوونو په رڼا کې زده کړې ده)).

علائلي د امام حسين د ځانګړنو په هکله وايي: (( له ډېرې مودې راهيسې، د هاشم کورنۍ په ديني چارو کې کارپوهان وو او په جاهليت پېر کې يې خلکو ته د حج کړنې ورښوولې، دوى يو ډول ځانګړې ديني روزنه درلوده چې تل يې پکې د خداى لمانځنې شعور بلاوه؛ نوځکه د حسين وينه له نيکونو نيکونو له ديني پاتوړيو – وارثینو سره اخږل شوې ده او بايد کړنې يې پدې ډول ديني پاتوړو کې وارزول شي)).

حسين له خپلې مورې ښې ځانګړنې په ميراث وړې وې لکه:

١_ ځان يې تقوا او ښو چارو ته اړ باسه

٢_ له غم سره ګډ شعور، دا د حسين بربنډه ځانګړنه وه، ډېر لږ يې خندل او لږ ښاد و، تل د راتلوونکي اسلامي ټولنې په فکر کې و.

۳- پر هغوى ډېر غوسناک و چې له سمې لارې اوختي ول او دا ځانګړنه يې له خپلې موره په ميراث وړې وه، مور يې د خپل پلار دښمنانو ته په کرکه کتل، هماغه دښمنان چې پلار يې په احد کې ورته دردولى و په عاشورا کې يې زوى په تورو ورته غلبېل غلبېل کړ.

دا ګردې چارې او د ځوانۍ د پېر مشاهدات او د عثمان (رض) د وخت ښورښونه او په جمل،صفين او نهروان کې يې د پلار پېښې، دې ته چمتو کړى و چې د خپل پلار د تنظيم شوې هر اړخيزې سمونې کړلارې د پلي کېدو په لړ کې يو ستر نارينه وي. دا به يوه بې انصافي وي چې د امام پر پاڅون نيوکه وشي، هغه ځوانمردان دې ژوندي وي چې د فاسدو چارواکيو پر ضد راپاڅېږي او پر هغو زړونو چې له شرافت او اخلاصه ډک دي، آفرين ورته وايم چې بېشکه په دې ټولو کې خورا ستر يې (( حسين بن علي)) دى.

علائلي د امام حسن په روزنه کې د پېغمبراکرم (ص) د ونډې په اړه وايي: ((پېغمبر (ص) غوښتل د عالم څه اسرار او رموز يې چې په ستر زړه کې ځای شوي وو يو ځل ددې ځوان له اروا سره ورواغږي او څه چې الهي قدر يې د پاک زړه په پاڼه کې کښلي و، د ده د سپېڅلي زړه په پاڼه کې وروکښي. دوه زده کړيالان د پېغمبر د روزنې له زانګو راووتل، يو د حق د اراموونکي اصطلاح ننداره وه او بله په شورځوګ سره دغه اصطلاح چې د بشري طبع سیپۍ يې وچوله او پر مخ ورباندې د بېلارېتوب زنګ يې ترې وڅنډه، ځکه د انسان زنګ وهلى طبيعت يوازې د حق په چغه جلا مومي او روښانېږي. يو يې د حق داعي زده کړيال و او بل يې د حق مدافع او پاسوال. پېغمبر (ص) خپل عزتمن زده کړيال په يو نوازش او نازک زړه کې ورډوبوي چې ځان ومومي او په هستۍ کې مستقل او خپلواک شي)).

بيا علائلى روزنه د ويالې پر غاړه له کرل شوې ونې سره ورته کوي او بزګر يې د طبيعت د کارمندانو په مرسته پالنه کوي چې مېوه ونيسي . خداى د آدميت قوت پکې کېښود چې ورو ورو وده وکړي او لږ لږ پکې ورښکاره شي، اندامونه او ملکات سوکه سوکه کمال ته ورسي او د کوچني ايمان په ودې ترقي او پرمختګ ومومي. پېغمبر (ص) غوښتل دغسې خپل زوى وروزي. بيا يې علي (ک) په سر شار معنويت سره _چې تل زياتېده_ لاسنيوى وکړ.

که څه لږ وډېر شپږ کاله د پېغمبر تر روزنې لاندې و؛ خو ستره ګټه يې تر لاسه کړه. په دې شپږو کلونو کې يې زړه او وجدان د نبوت د ښکلې جمال نه له مشاهدې له حقايقو ډک شو پېغمبر (ص) ته دا او ورور يې دومره ګران وو چې خپل خوشبويه ګلونه يې وبلل. حضرت فاطمې هم، ددې په سپېڅلي نفس کې، د خير فکر او مطلقه دوستي وروزله او دده په زړه کې يې اوچت فضايل وپالل او داسې ړومبي بنسټونه يې دده په نفس کې جوړ کړل چې د الهي کړۍ ټکى شو، کوچنى ځان ته يوه کوچنۍ کړۍ کاږي چې د خپلې مور پر شاوخوا چورلي؛ خو مور يې په بدل کې يوه بې پايه کړۍ ورته کاږي چې الهي دنده يې د افکارو د پرګار ټکى کوي او په دې توګه يې زړه پراخي مومي چې ګرده نړۍ په خپلو پاکو عواطفو کې راوانغاړي)).

علائلي د خپل کتاب په بل ځاى کې کاږي: (( په رواياتو کې راغلي چې حسين د خپل نيکه سيورى و او پېغمبر (ص) د خپلو ځانګړنو يوڅه څرک ورکړى و چې د صورت تر شا يې يوه مانا هم ولري او تر ده روسته يې حقيقت وي؛ لکه چې مخکې يو انسان و چې د نبوت له کنګرې _انا من حسين_ پورته ختلى او يو نبوت و چې د انسانيت درجې ته راکېوتى.

کوچنى چې په کومې کورنۍ کې لوييږي روزنه يې توپير لري؛ لکه د باران د څاڅکي په څېر چې کله په يو بوتل کې لوېږي او کله د بېديا په سپېرو خاورو کې، او حسين د نبوت په کورنۍ کې وزېږېد. حسين يو نيالګى و چې پېغمبر (ص) په خپل لاس اوبه کړ، بيخ يې پاک و او څانګې يې هم پاکې شوې. کتل يې چې د نبوت له چينې خړوب شي. بيا دواړه د يوه حقيقت په توګه، يو تيرو ته ور روان شو او بل ګاندې – راتلونکې ته؛ خو پېغمبر په خپلو تلو تلو کې مخ اړاوه او د حسرت په سترګو او اندېښمن زړه يې خو په مينه يې خپل زوى ته کتل. حسين بن علي د پېغمبر (ص) د شتون د راستۍ او درستۍ يو رمز و، د پېغمبر (ص) مانا او طبيعت پکې و. ته وا له شتونه يې بيا پېغمبر (ص) راښکاره شو، د محمدي (ص) اخلاقو استازى و، د دنيا او آخرت په چارو کې د پېغمبر (ص) بېلګه و. تردې چې ټول حافظان او راويان يوه خوله دي چې ټولو ته يې د پېغمبر حسنه سنت او دود ورښکاره کړ او له دې لامله ناسته يې په زړه پورې او د هر چا خوښه او (هم) پرښتې به ورته تلې راتلې. هر کېناستونکي به مونده چې له يوه با قاهره سره ناست دى چې ګهيځ و ماښام يې پرښتې د ناستې مينوالي دي.

معاويه بن ابي سفیان يو قريشي ته وويل: چې کله نبوي جومات ته ورغلې او يوه کړۍ ووينې چې په وقار او آرام ناست دي. په دې کې ابى عبدالله دى چې له پښو د پنډيو تر نيمايي پټ دى چې حسين به له خلکو سره کيناسته ليکه په ليکه کړۍ به ترې راتاوې وې او دده د فيض له سرچينې به برخمنېدل او پر لمن به يې داسې ورلوېدل لکه مارغان چې له سختې تودوخې پر نمناکه ځمکه ور لوېږي چې ځان يخ کړي. چې کله به حسين په لسان الغيب خبرې کولې، د غيبو له حقايقو يې پرده اوچتوله او چې به چوپ شو، ناست يې په بله طريقه په پټو رازونو پوهول)).

علائلي وايي: (( الهي نارينه تر ژونده ټينګ او ځاى پر ځاى وي او چې ومري؛ نو يو لوړ پوړي استازى دى چې تر ابده په نړۍ کې پاتېږي او په واقع کې د هر ملت تاريخ، ددې ملت د مشرانو تاريخ دى، هر ملت چې ستر رجال او وګړي ونلري، تاريخ نه لري او داچې موږ د رجالو په تاريخ کې حسين لرو، نه يوازې د نورو تاريخي رجالو په څېر له يوه ستر نارينه برخمن يو؛ بلکې د تاريخ يو خورا ستر نارينه دى چې خپل ژوند يې د ځمکنۍ مجد او عظمت تر لاسه کولو لپاره نه بلکې د خپل دوست (خداى) رضا ته قرباني کړ. حسين يو نارينه دى چې د نړۍ ټول عظمتونه پکې راټول شوي دي او په هر غوره صفت او ځانګړنه کې ايکي يو دى. هو، هغه نارينه چې شتون يې د محمد (ص) نبوت د علي (ک) د مړانې له عظمته او د فاطمې د فضايلو له عظمت سرشار او خړوب دى، د انسان د عظمت استازی او بينات آيتونه دي. له همدې لامله د حسين يادول، د ده د حالاتو او کړاوونو د يادولو لپاره غونډې جوړول، يوازې د نړۍ د يوه نارينه يادول نه دي؛ بلکې د تلپاتې انسانيت يادول دي او حالات او اخبار ېې د يوه ستر انسان يادول نه؛ بلکې د يوه بېساري مشر يادول دي. يو نارينه دى چې شتون يې د نړۍ د نارينه وو نښه ده او يو مشر دى چې يو ستر حقيقت پکې انځور شوى او بايد تل يې ياد کړو او پند ترې واخلو، او له همدې لامله وړ ده چې تل مو ياد وي او په ياد يې د غيبو رازونو راسپړل وغواړو؛ ځکه د الهي الهام سرچينه ده او په دې نړۍ کې یې څرک کړى او د هيبت رڼا يې په پرله پسې پېړيو کې غځېدلې او تل به ځلانده وي، تر هغې چې ګرده نړۍ د تل لپاره په خپلو رڼاګانو کې راونغاړي او د اسمان وځمکې ورهاخوا وځلېږي او آيا د خداى رڼا ته کوم بريد شته.

څوک چې د حسين د کار پاى وويني، پوه به شي چې خداى په خپل ځواکمن لاس ترتله په سره ليک، ستره پاى، ستره سرښندنه او ستر يادګار کښلى دى: اخلاص يو لفظ دى چې مانا يې په مظلومانه شهادت کې ده، څوک چې غواړي مخلص وي، زړه دې يې کړاوونو ته ونيسي.

قد خط سطراً على الايام فقرؤه

يا جندالموت دون المجد مختلداً

وکان آية امجاد و احماس

و احقرن بعيش الذل انکاساً

 

راتلونکي ولسونه به په جوش و خروش تر خاورو، ډبرو او قبرونو لاندې لوړ لړزانه او سوځنده غږ واوري، (داسې غږونه) چې ژوندي او خوټېږي به او د زړونو تل ته به پرېوځي، په سينو کې به اوربلوي، شعور او وجدان به راژوندى کوي. انسان ددې اواز د زيرو بم له سوز خپل ګناهونه مينځلاى او خپل خيري پاکولاى او خپلې چټلى لرې کولاى شي چې هغه انسان شي چې دين يې غواړي او شريعت پسوللى وي… او حسين يوازې ددې غوره صفاتو لپاره بلهار شو او دا يو تور دى چې وويل شي واکمني او سلطنت اخستو ته قرباني شو دا چارې يې په فکر کې نه وې؛ ځکه دا د شهوتپالو موخه وي.

شهيد امام د خپل پاڅون او خوځښت کړلاره څرګنده کړه او د مدينې والي وليد بن عتبه بن ابى سفيان ته يې وويل: زموږ اميره! موږ نبوي کورنۍ، د رسالت کان او د پرښتو د راکوزېدو ځاى يو، خداى دين زموږ په شتون پيل کړى او زموږ په شتون يې ترسره کوي او يزيد فاسق او شرابخور دى چې بې ګناهان وژني او ځان فاسق ښيي او زما په څېر به څوک بيعت ورسره ونه کړي.

امام د بيعت روح او د خلافت فلسفه په يوه ټکي کې راوښووله. زما په څېر د يزيد په څېر سره بيعت نه کوي، له خليفه سره بيعت ځانپلوري ده. بيعت ورسره دا دى چې ځان پر فسق و فجور، ظلم او ګناه وپلوري. که خلافت پر هغې مانا و پېژنو چې حسين مانا کړى؛ نو هله به د حسين پر ستريا او بزرګۍ پوه شو. بايد لږ څه د کربلا په پېښه کې غور وکړو چې د امام ستريا راڅرګنده شي)).

علائلي د عاشورا د نهضت د پيدايښت د لارو چارو په اړه کاږي: (( بايد ښه سوچ او غور وکړو او ځان له هر ډول پلويتوبه وساتو، ځکه که غرضونه پکې راګډ شي د مبالغې او اغراق لاملېږي او بې د مذهبي اړپېچونو له راژوندي کېدو بله ګټه نه لري، مذهبي تعصب او ځان د زمانې واکمن ته ورنژدې کول ددې لامل شوي چې تاريخ يې وهلې راټېل وهلى دى او سخت يې سرګردان او ځلبلاند کړي يو)).

بيا وايي: (( د حسين بن علي د افکارو د حقيقت راسپړنې لپاره، بايد د عربانو هغه ننګېرنې او اندونه وڅېړو چې په پټو سترګو يې منلي وو. او څرګنده کړو چې د حضرت خاتم (ص) نبوت څه اغيز پرېښى و او له دين سره د عصبيت په جګړې کې، څرنګه عصبيت د نبوي لارښونو په کمين او څارنځي کې ورته کېناست چې په مناسب فرصت کې يې وځپي او همدا راز له اسلام وړاندې د عربانو ځاني او نقساني حالات ځان ته را معلوم کړو، دغسې بدوي دستورات او عادات، ټبريز نظام ،او د بدوي نظام د نادودو په مخنيوي کې د خلفاوو ناغېړي هغه بدوى نظام چې پېغمبر (ص) يې له بيخه نړولو ته ربړونه وګالل او چې کله اميرانو ته واک وسپارل شول، اسلامي نړۍ مازې يوه ټوټه استبداد او سرزوري شوه.

د حسين بن علي په اړه پر مطلب د ښه پوهېدو لپاره لازم دي چې د پېغمبر (ص) د زمانې، د سقيفې د ورځې، د لومړي، دويم او درېيم خليفه د پېښو پر حالاتو ځان پوه کړو او ووينو چې څرنګه علي بن ابى طالب (ک) خليفه شو او معاويه او مشاور يې عمرو عاص پر اسلامي ټولنې څه اغېزې وشيندلې او پوه شو چې يو شمېر اصحابو د علي (ک) او معاويه له جګړې ډډه وکړه او ګوښه ميشتى شول او د ټولنې ديني اند يې ولړزاوه، د خوارجو راوتو ته يې لار هواره کړه او ناپوهانو ته يې د امام علي له امره د مخالفت لار پرانسه. سترې پېښې رامنځ ته شوې چې خونړۍ جګړې يې رادبره کړې او ټولنه يې د دين له روحه او د شريعت له مانا ډېره لرې کړه؛ نوځکه د علي (ک) او معاويه ترمنځ جګړه څه شخصي جګړه نه وه؛ بلکې د قرآن د قانون او د جاهليت د بنسټونو ترمنځ جګړه وه، له پاچاهې، استبداد او زورواکۍ سره د اسلامي خلافت جګړه وه[239]))

پردې چارو د ښه پوهېدو لپاره په اوډون لاندې کتابونه ولولئ:

  • په کابلي تفسیر کې د تحریم سورت تفسیر
  • د ارواښاد علامه مودودي د خلافت او ملوکیت کتاب
  • سید قطب، عدالت اجتماعي در اسلام، سیاسي برخه.
  • طه حسین، آشوب بزرګ، د شفیق وجدان ژباړه.
  • امام ابوحنیفه او نبوي کورنۍ، د اجرالدین اقبال ژباړه.
  • د اردن هېواد حقوقپوه، احمد حسین یعقوب، عدالت صحابه.
  • مصری عالم، صالح الورداني، ((الخدعه)) او (( السیف والسیاسه)).

 

 

شلمه برخه

يزيد د اهلسنتو له نظره

يزيد پېژندنه

يزيد پر ٢٥ يا ٢٦ س په شام کې زيږېدلى او پر ٦٤ س د ربيع الاول پر ١٤ مه په ٣٨ يا ٣٩ کلنۍ کې په خورا بدترين ډول ومړ. ځينو ويلي: د ډېرې شرابخورۍ له لامله مړ شو، ځينو ويلي: خپله بيزو يې پر ګوره خره سپره کړه او ورسره په ځغاسته شو، له آسه راولوېد او ومړ [240]. د يزيد مور ميسون نومېده چې د بني کلب له مسيحي ټبره يوه ډېره ښکلې ښځه وه او معاويه نکاح کړه او د عربو د مشهور نسپېژاندي، هشام بن محمد بن سائب کلبي په اعتراف ، ميسون له يوه اموي مريي سره کوروالى وکړ او په يزيد دوه ځانې شوه. د يزيد تر زيږون روسته داچې معاويه شنډ و، دا يې په ځان پورې وتاړه او ميسون يې هم طلاقه کړه، د ميسون مور هم نامي کچنۍ وه[241].

د يزيد ځانګړى ښوونکى سرِجُون رومي و چې له اسلام سره دښمني يې له همده زده کړې وه او اخلاقي رذايل او شرابخوري يې له خپلې بېديا ميشتې مور ميسونه ياد کړي وو.

 

په جګړه کې د يزيد عياشي

له روم سره په جګړه کې يزيد د لښکرر بولندوى و، د لښکر خواړه کمبود او سخته ناروغي هم پرې راغله چې ګڼ پوځيان مړه شول؛ خو يزيد پر مزو چړچو او شرابخورۍ بوخت و.

معاويه يې له دې پېښې خبر کړ، ده له يزيده وغوښتل چې له (( فرقدونه)) ځنې ولاړ شي؛ خو يزيد په شعر کې خپل پلار ته پر اسلام او مسلماني ملنډې ووهلې:

ما ان ابالى بما لاقت جمو عهم

بفرقدونۀَ من حـــمى و من موم

اذا اتکات علـى الانماط مرتفقا

بدير مـــران عند ام کلثوم[242]

فرقدونه؛ د يوه ځاى نامه ده چې يزيد پکې د ام کلثوم په نامې پر يوې ښځې ميين شوى و او ددې پر ځاى چې د اسلامي لښکر چارو پالندوينه وکړي په عياشۍ او مزو چړچو لګيا و.

 

يزيد د امام حسين په خبرو کې

امام حسين په لنډو خبرو کې، د مدينې اموي ولسوال ته وويل: (( موږ د رسالت کورنۍ يو، د وحې راکېوتو ځاى او پرښتې مو چوپړيالې دي او د نړيوالو د فيض وزله يو؛ خو يزيد يو شرابخور، انسان وژنی او فاجر دى او ښکاره ګناه کوي او زما په څېر انسان، د هغه په څېر انسان سره بيعت نه کوي [243]))

د يزيد مزې چړچې:

يزيد د ((ابوقيس)) په نامې يوه بيزو درلوده چې ورېښمينې جامې يې وراغوستې او پر ګوره خره يې سپروله چې له نورو سره د ځغاستي سيالي وکړي. يوه ورځ يې دا سيايلي وګټله او د يزيدي دربار يو غوړه مال شاعر شعر ورته ووايه[244]. مسعودي، ددې داستان تر روايت روسته کاږي: (( يزيد په فسق و فجور کې د مصر له فرعونه ورمخکې شو؛ خو فرعون له خلکو سره په چلن کې تر يزيده عادل و[245]))

يو کال معاويه، يزيد د حاجيانو مشر کړ، تر مراسمو روسته، مدينې ته راستون شو، د شرابو دسترخوان يې خپور کړ او د امام حسين تر راننووتو روسته يې شرابو ته راوباله، امام ورته وويل: (( شراب دې همدا ستا وي، ځکه ته يې وړ يې)). بيا يزيد د شرابخورۍ او شهوتپالنې په ستاينه کې وويل: (( د کومو شرابو څښلو ته چې د عربانو مشران ناست دي، زړه به دې تازه کړي)). امام حسين پاڅېد، ويې ويل: (( د معاويه زويه! شراب ستا زړه تازه کوي[246]))

د يزيد کفري اشعار:

يزيد په يوې ناستې کې داسې اشعار ويلي چې کفري اندنه يې راښيي:

ليت اشياخى ببدر شهدوا

جزع الخزرج من وقع الاسل

فاهلوا و استهلوا فرحاً
ثم قالوا يا يزيد لاتشل
قد قتلنا القوم من سادتهم
و عدلناه ببدر فاعتدل
لعبث هاشم بالملک فلا
خبرجاء ولا وحى نزل
لست من خندف ان لم انتقم
من بنى احمد ما کان فعل
ان کين احمد حقا مرسلاً
لم يکن عترته الله خذل[247]

 

د یزید د شعرونو پښتو مفهوم دادی:

پلرونه مې چې په بدر کې د خزرج په توره ځپل شوي وو، کاشکې وای چې شاباسی یې راکړی وای، چې یزیده! پر لاس دې برکت شه؛ دومره سرداران مې ترې وژلي، چې په بدر کې زموږ له وژل شویو سره برابر شول، بني هاشمو له پاچاهۍ او سلطنت سره لوبې وکړې، نه له اسمانه خبره راغله او نه وحې راکېوته، زه به د خندف له ټبره نه یم چې د احمد له اولاده او څه یې چې کړي، غچ وانخلم.

 

 

د يزيد اخلاقي رذايل:

جرج جرداق يو مسيحي ليکوال دى چې د يزيد د اخلاقي رذايلو په اړه کاږي: (( يزيد د خپلو تېرو د ټولو بديو پاتوړى و، او پر دوى یې هم پښه ورواړوله. يزيد د ګردو بدچاريو له شيطاني کړنو، شرارت او فساده برخمن و… يزيد هډو انساني اخلاق نه درلودل… او په مقابل کې، يوازې حسين بن علي د انساني اخلاقو بشپړه بېلګه وه چې په هغې پېښې کې شهيد شو. په يزيد يې ټول ناوړه، ننګين او د مقام غوښتنې ځانګړنې راټولې شوې وې؛ خو په مقابل لوري يعنې د علي په ځوځات کې، ستايل شوي اوچت اخلاق؛ لکه ښه خوى، ميړانه او شهامت په حقيقي مانا شتون درلود[248]))

 

د يزيد په امر امام حسين وژل شوى دى

ځينې وايي چې ابن زياد بې د يزيد له اجازې امام حسين وژلى؛ خو دلته د اهلسنتو له تاريخي سرچينو را اخلو چې يزيد خپلو چارواکيو ته امر کړى و، که حسين بن علي بيعت ونکړي، ويې وژنئ:

يعقوبي کاږي: (( يزيد په مدينه کې خپل والي وليد بن عتبة بن ابى سفيان ته ليکلي و: چې کله مې ليک درورسېد، حسين بن علي او عبدالله بن زبير راوغواړه او زما لپاره بيعت ترې واخله، که ډډه يې وکړه، غاړې يې ورپرې کړه او سرونه يې راولېږه[249]))

خطيب خوارزمي په ((مقتل الحسين)) کې کاږي: يزيد د مدينې والي وليد بن عتبة ته ليکلي و: (( … وليکن مع جواب کتابى هذا راس الحسين…)) يعنې ددې ليک په ځواب کې، له ځواب سره يوځاى د حسين سر راولېږه[250]))

ابن اعثم کاږي: (( ابن زياد کوفيانو ته ويل: يزيد بن معاويه له څلور زرو دينارو او دوه لکو درهمو سره يو ليک رالېږلى چې درباندې يې ووېشم او تاسې دده له دښمن حسين بن علي سره جګړې ته ولېږم؛ نو امر ته يې غوږ کېدئ او ويې منئ[251]))

سيوطي کاږي: (( يزيد په يوه ليک کې په عراق کې خپل والي _عبيدالله بن زياد_ ته امر کړى و چې له حسين سره جګړه وکړه[252]))

يعقوبي په خپل تاريخ کې کاږي: (( حسين له مکې څخه عراق ته روان شو حال دا چې يزيد، عبيدالله بن زياد د عراق والي ټاکلى و. يزيد ورته وليکل: خبر شوى يو چې کوفيانو حسين ته ليک ورلېږلى او بللى يې دى چې راشي او دى هم له مکې نه کوفې ته ور روان دى… که دې وواژه؛ نو ډېره ښه، که نه تا به د خپل پلار ځوځات ته ورستون کړم؛ نو پام چې فرصت له لاسه ورنکړې[253]))

ابن اعثم کاږي: (( چې ابن زياد، امام حسين وواژه، يزيد يو ميليون درهمه انعام ورولېږه[254]))

ابن اثير روايتوي: (( يزيد خلک عمومي ليده کاتو ته راوغوښتل د امام حسين سر يې په مخ کې و او په خپله لکړه يې د حسين غاړه وهله او د حسين بن حمام اشعار يې ويل چې د امام حسين پر وژنې يې وياړېده[255]))

جلال الدين سيوطي کاږي: (( چې حسين او روڼه يې ووژل شول، ابن زياد يې سرونه يزيد ته ولېږل، په پيل کې يزيد يې له وژنې خوشحال شو؛ خو روسته پوه شو چې مسلمانان ترې په دې پار کرکجن شوي دي؛ نو پښېمانه شو او خلکو حق درلود چې له يزيده يې کرکه وشي[256]))

سبط ابن جوزي کاږي: (( چې د حسين سر يې يزيد ته کېښود، يزيد شاميان راوبلل او په لکړه يې د حسين سر واهه. بيا يې د زبعري اشعار ولوستل چې دا دي: موږ د بني هاشمو مشران د خپلو هغو مشرانو په بدل کې چې په بدر کې وژل شوي ول ووژل؛ نو په دې باب انډول په انډول شو[257]))

خطيب خوارمي کاږي: (( يزيد، نعمان بن بشير ته وويل: د هغه خداى ستاينه چې حسين يې وواژه[258]))

ابن کثير ليکي: (( چې شام ته بنديان ورسېدل؛ نو يزيد د شام مشران راوغوښتل چې ددې بريا مبارکي ورته ووايي[259]))

 

يزيد ته د عبدالله بن عباس ليک:

عبدالله بن عباس يزيد بن معاويه ته په ليک کې کښلي چې په ډاګه دې د حسين بن علي د وژنې حکم کړى دى، دا دى ليک را اخلو:

(( له عبدالله بن عباس څخه، يزيد بن معاويه ته، امام بعد… ته وې چې حسين دې وواژه. اې بې پلاره! ګومان مه کوه چې به مې هېر شي چې تا حسين او د عبدالمطلب زلميان چې د تيارو ډيوې او دهدایت ستوري وو شهيدان کړل. ستا لښکر ستا په امر دا ټول پر يوه ټوټه ځمکه خوشې کړل (او ښخ يې نه کړل)، حال داچې په وينو ککړ شوي وو او لوټ کړاى شوي پر ځمکه پراته ول. تږي او په وچو شونډيو يې سا ورکړه او تر شهادت روسته نه پر کفن شول او نه يې څوک سرته ودرېدل. د بېديا بادونو يې پر تنو خاوې دوړې ور اړولې، تر دې چې خدای يو قوم ته چې په وينه کې ورسره ګډ نه ول، فرصت ورکړ چې کفن او ښخ يې کړي. ته که په خپل مقام کې عزت او ستر يا انګېرې؛ نو دا ټول زما او د دوى په پار دي. که ټول څيزونه هېر کړم؛ خو هېر به مې نشي چې څرنګه دې حسين د رسول الله (ص) له حرمه بهر کړ او تر الهي حرمه دې وشاړه او ډله دې ورولېږله چې په الهي امن حرم (مکه) کې يې ووژني، او همدغسې دې پر خپل کار ټينګار کاوه، تر دې چې له مکې دې په ايستو او عراق ته په ورتلو دې اړ کړ. او هغه هم اندېښمن او پېښو ته سترګې پر لار له مکې ووت. او بيا ستا لښکر او سپاره ورباندې راښکته شول؛ ځکه تا له خداى، رسول الله (ص) او اهلبيتو سره دښمني درلوده، هغه اهل بيت چې خداى ګردې چټلۍ ترې لرې کړې وې او په ټوله مانا يې پاک کړي وو. هغوى ستا د خرو پلرو په څېر، لانجمن او ظالمان نه وو؛ بلکې حسين غوښتل چې ستون شي او د جګړې نيت يې نه دررلود؛ خو تاسې يې د يارانو له کمښته او د اهل بيتو له کډوالۍ ناوړه ګټنه وکړه، فرصت مو غنيمت وګاڼه او پر ضد يې يو لاس شوئ او حيا مو ترې ونه کړه. ته وا چې د ترکانو اويا کافرانو کومه کورنۍ مو وژلې ده… او خورا هېښتيا خو دا ده چې د عبدالمطلب لوڼې او د حسين کوچني ماشومان يې د بنديانو په څېر شام ته درته راوستل[260]…))

ذهبي کاږي: (( يزيد يو ناصي او سخت زړى و، شراب يې څښل او بدې چارې يې کولې، خپل دولت يې د حسين پر وژنه پيل او د حري په پېښه يې پاى ته ورساوه[261]))

ابن خلدون په خپله ((سريزه)) کې کاږي: ((په رښتيا د حسين وژنه د يزيد په چارو کې شمېرل کېږي چې پر فسق يې ټينګاروونکي ګڼل کېږي او حسين په دې پېښه کې د خداى د لارې شهيد و[262])).

سيوطي کاږي: (( خداى دې د حسين پر وژونکي، ابن زياد او ورسره يزيد لعنتونه ووروي[263]))

سعد الدين تفتازاني کاږي: (( حق دا دى چې د حسين په وژنه د يزيد خوښي او د کربلا پر معايبو يې خوشحالي او د رسول الله اهل بيتو ته يې سپکاوى په مانيز تواتر زباد شوى، که څه جزييات يې په احادو رواياتو د زباد وړ دي[264]))

 

د يزيد د زوى (معاويه) منښتې -اعترافونه

ابن حجر مکي روايتوي چې د يزيد تر مړينې روسته يې زوى معاويه پر منبر وويل: (( بېشکه چې خلافت يو الهي تړون دى؛ خو نيکه مې معاويه له علي بن ابى طالب سره چې ورځنې غوره و، جګړه وکړه او د خپلې خوښې له مخې ورسره وچلېد تردې چې ومړ او د خپلو ننګينو کړنو سزا به ومومي. ورپسې پلار مې يزيد د خلافت پر چوکۍ کېناست، حال داچې وړتيا يې نه درلوده او د رسول الله (ص) د لور له زوى سره يې جګړه وکړه او عمر يې لنډ او ځوځات يې پرې شو او د ګناه تر درون پېټي لاندې دوزخ ته ورغى چې د خپلو کړو وړو پر سزا شاهد اوسي)).

بيا يې وژړل، ويې ويل: (( تردې به لويى کوم څيز نه وي چې پوهېږو، په ناوړه توګه ومړ او پاى يې ناوړه وه، د رسول الله (ص) کورنۍ يې ووژله، شراب يې مباح ګڼل، کعبه يې ويجاړه کړه او د خلافت خواږه يې ونه څکل؛ نوځکه زه د خلافت درون پېټى نه پر اوږو کوم او تاسې پر خپل حال پرېږدم چې ځان ته يو امير وټاکئ. پر خداى قسم! که دنيا ښه او ښکلې وه، موږ په کافي اندازه ترې برخمن شوو او که چټله وه؛ نو د ابوسفيان ځوځات ته ور بس ده چې ړومبنيو يې دا ټول جنايات کړي دي[265]))

 

د يزيدجنايي کړه وړه:

يزيد په خپل لنډ ننګين ژوند کې درې کاله پاچاهي وکړه او هر کال يې يوه فاجعه رادبره کړه، پر لومړى کال ٦١ س يې د کربلا پېښه، پر دويم کال يې د مدينوالو ټولوژنه او د حريې پېښه رامنځته کړه چې د لسو زرو تنو مسلمانانو په شاوخوا کې يې ووژل چې اوه سوه تنه يې د پېغمبر اکرم (ص) اصحاب (رضى الله عنهم) ول، تر دې ټولوژنې او د خلکو پر ناموسونو تر تېري روسته، په مدينه کې زر حرموني وزېږېدل او په نبوي جومات کې به د شامي لښکر آسونه ساتل کېدل او مدينوالو له ناچارۍ له يزيد سره د مريينې بيعت وکړ[266].

ابو هارون عبدي وايي: (( ابو سعيد خدري (رض) چې د خزرجيانو يو مشر او د پېغمبر يو صحابي و، ومې ليد چې ږيره ترې شکول شوې وه. لامل مې ترې وپوښت، ويې ويل: دا د شام د ظالمو پوځيانو کار دى. د حره په جګړه کې پر کور مې راننووتل او زما مالونه يې لوټ کړل ان د اوبو څښلو کټورى، بيا لمانځه ته ودرېدم، په دې وخت بله ډله راغله او چې څه يې ونه موندل، غوسه شول او له سجادې يې پورته کړم او پر ځمکه يې راوويشتم او زما د ږيرې وېښتان يې راوشکول[267])) پر درېيم کال، ٦٣ س يې پر بيت الله يرغل وکړ او په تېږو يې وايشت چې خپل سيال حضرت عبدالله بن زبير د قدرت له ډګره وباسي؛ خو د ٦٤ س د ربيع الاول پر څوارلسمه د مرګ تندر پرې راولوېد او ومړ.

 

يزيد پلوي او يزيد غندونکي

(الف) يزيد پلوي:

په ګوتو شمېر عالمان د کربلا په پېښه کې د يزيد پلوي کوي او چارو ته يې مخونه ورکوي چې له دوى ځنې ابي حامد غزالي، ابن عربي او ابن تيميه دي.

ښايي ابى حامد غزالي (٤٥٠ – ٥٠٥ س) لومړى مشهر سني عالم وي چې په ډاګه يې د حسين د شهادت په اړه تامل کړى او پر يزيد يې لعنت ويل روا نه دي ګڼلي: (( آيا په دې دليل پر يزيد لعنت ويل جايز دي چې د حسين په وژنه کې يې د امريت ونډه درلوده؟ ځواب مې دا دى چې دا چار هډو زباد شوى نه دى، له دې لامله چې زباد شوى نه وي؛ نو نشو ويلاى چې هغه حسين وژلى دى يا يې د وژنې حکم کړى دى، دا خو لاڅه چې لعنت پرې ووايو، ځکه (بى څېړنې) په سترې ګناه د يو مسلمان تورنول روانه دي[268]))

د غزالي دې دريځ؛ نوموړى د يزيد په ارادتمندانو کې ګڼلى؛ لکه چې ابن تيميه وايي: (( له هغو کسانو چې له يزيد سره یې مينه روا ګڼلې يا يې ښه ايسي، غزالي او هغه ډله ده چې خپل ځانګړى ماخذ لري[269]))

ځينې غزالي د يزيد آريز دوست بولي او وايي: (( د تاسف ځاى دى چې د غزالي، له يزيد سره مينې ته ورپام شوى او له يزيده په دفاع او ورسره په اخلاص کې پر غلو اخته شوى دى[270]))

غزالي د ابن تيميه په څېر (له يزيد سره په مينه کې) له څرګندو واقعيتونو منکر دى[271]))

داکتر (( طه حسين)) د يزيد په پلوي نظريه ردوي او وايي: (( ابن زياد د يزيد په پرېکنده امر حسين وواژه او که يزيد د کربلا په جنايت خوښ نه و، بايد بې درنګه يې جريمه کړى واى او د شراب څښلو خپلې ناستې ته يې لار ورکړې نه واى، او نه يې خپل ملګرى کړى واى او ډالۍ يې نه ورلېږلاى، دا ټولې چارې يې د حسين پر وژنې خوښي راښيي او داچې کله هم د کربلا په ظالمانه وژنو، پښېمانه نشو[272]))

ابوبکر ابن عربي مالکي (٤٦٨- ٥٤٣) په ((العواصم من القواصم)) کتاب کې په ډاګه د يزيد دفاع کړى او امام حسين يې پړ ګڼلى چې د زمانې د امير پر وړاندې راپاڅېدلى، د يزيد او ابن زياد کړنې يې اجتهاد بللي او له پېغمبره (ص) روايتوي چې هغوى دې ووژل شي چې د مسلمانانو يووالى ماتوي او په ټول کې وايي چې امام حسين د خپل نيکه په توره وژل شوى او په پاى کې يزيد يو عالم او زاهد ښيي[273].

تقي الدين ابو العباس احمد ابن تيميه(٦٦١-٧٢٨) د يزيد او پلار په پلوى يې (( فضائل معاويه فى يزيد انه لايسب)) کتاب کښلى او څرګندوي چې پر يزيد لعنت ويل له دين و عقل سره اړخ نه لګوي[274].

 

دیزید هر سړی خلاف دی مګر دا به ګورو
چې له حسین سره به څو کسه تر داره رسي[275] 

 

(ب) يزيد غندونکي

  1. د تاريخ په ګواهۍ خپله امويانو هم يزيد غندلى، چې یو يې خپل زوى معاويه[276]
  2. جلال الدين سيوطي راوړي چې (( نوفل بن ابى القرات)) روايتوي چې له (( عمر بن عبدالعزيز)) سره وم، يو تن د يزيد يو مطلب ووايه او په امير المؤمنين يې ياد کړ، عمر بن عبدالعزيز بې درنګه غبرګون وښود، ويې ويل: ته يزيد بن معاويه ته امير المؤمنين وايې؟ امر يې وکړ چې شل کوړې يې ووهئ[277].
  3. ابو الفرج اصفهاني(٢٨٤-٣٥٦) يو نامي اموي عالم دى چې په خپل ارزښتمن کتاب ((مقاتل الطالبيين)) کې يې، ګواهي ورکړې چې ديني خلافت د آل علي دى او امويان، باغيان او د خلافت غاصبان وو او د کربلا د پېښې تر نقل روسته، په ډاګه پر يزيد لعنت وايي[278].
  4. حسن بصري(رح)( ٢١-١١٠ س) د زيد فساد نه انکارېدونی -نانټى بولي او ان پښه وراړوي او د پلار (( معاويه بن ابو سفيان)) په اړه يې وايي: معاويه څلور جنايتونه کړي، که پر ځاى يې بل چا يو هم کړى واى، تل جنايتکار او کرکجن څرګندېده: ړومبى داچې خلافت يې بې د مسلمانانو له مشورې تر لاسه کړ. دويم داچې زياد بن ابيه یې خپل ورور وباله، درېيم داچې حجر بن عدى او د ده ياران يې ووژل او څلورم داچې يزيد يې خپل ځايناستى کړ او د مسلمانانو چارې يې وروسپارلې. په بل ځاى کې د امام حسين پر وژونکي او پر هغو کسانو لعنت وايي چې دده د وژنې امر يې کړى يا يې ورباندې خوښه وه[279].
  5. امام احمد بن حنبل (رح) (٢٤١ س مړ) ته يې زوى وويل: يو شمېر وګړي مو د يزيد په پلوى تورنوي، دا څه خبره ده؟ پلار مې راته وويل: (( زويه! څوک چې پر خداى ايمان لري؛ نو ايا يزيد به يې ښه ايسي؟ حال داچې خداى په خپل کتاب کې لعنت کړى: ((فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فِي الأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ.أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ[280]= ؛ نو (که له دې لارښوونو) مخ واړوئ ايا هيلمن وسئ چې پرځمکه فساد وکړئ او د خپل خپلوۍ اړيکې پرې کړئ؟ دا هغه کسان دي چې خداى له خپل رحمته لرې کړي؛ نو دوى يې کاڼه کړي او سترګې يې ور ړندې کړي دي[281]))
  6. د (( نعمان بن ثابت کابلي)) امام ابو حنيفه رحمة الله عليه (٨٠-١٥٠س) د سياسي اندنې په اړه راغلي: (( دا د امويانو او عباسيانو په زمانو کې اوسېده او د علويانو پلوى و او د امويانو له واکمنۍ يې خپله کرکه څرګندوله[282])).

(( که څه هم په خپله يې د امويانو پر ضد مبارزې ته راونه دانګل؛ خو د دوى پر ضد سرغاړى يې جايز ګڼله او پر ١٣١س يې د هشام بن عبدالملک پر ضد د علي بن الحسين پاڅون شرعي باله او تاييداوه يې[283]))

  1. ابى عثمان عمرو بن جاحظ(١٥٠-٢٥٥) چې پرېمانه اسلامي او ادبي اثار لري[284] ، په (( بني اميه رساله)) کې کاږي: (( يزيد بن معاويه د حسين بن علي په وژنې وحشتناکه بدي وکړه، د رسول الله (ص) لوڼې يې بنديانې کړې، د حسين غاښونه يې په لکړه ووهل، مدينوال يې سخت وترهول، کورونه يې ويجاړ کړل… دا ټول څيزونه د يزيد پر سخت زړۍ سختې کينې او ناصيت ګواهي ورکوي او داچې له بيخه بد نظرى، کينه کښ او منافق و، په واقع کې له ايمانه وتلى و؛ نو فاسق او ملعون و او څوک يې چې له لعن او غندنې ډډه کوي، پخپله ملعون دى[285]))
  2. (( ابو القاسم سليمان طبراني (رح) (٢٦٠-٣٦٠) د نبي اکرم (ص) د سم حديث له مخې د امام حسين او کورنۍ يې درناوي واجب بولي، د امام حسين مبارک سر ړومبى سر بولي چې د اسلام په تاريخ کې بوتلل شوى دى او تاييد یې کړې ده چې يزيد بن معاويه د حسين شونډې او غاښونه په لکړه وهلي. د امام حسين مقتل يې ليکلى او د امام په فضيلت او شهادت کې يې ډېر احاديث کښلي او هم د زيد لعن او کفر يې هم منلى دى[286].
  3. قاضي ابو يعلى حنبلي (رح) (٣٨٠-٤٥٨) مشهور فقيه، د هغو کسانو په اړه يو کتاب ليکلى چې د لعن وړ دي چې يو يې هم يزيد دى او څرګندوي: (( هغوى چې پر يزيد بن معاويه له لعنت ويلو سره مخالفت کوي، يا ناپوهان دي يا منافقان[287]))
  4. اجهوري يو ستر سني عالم، له خپل استاد (( محمد بن عرفه)) او دده له همفکرو پلويانو روايتوي: (( ګردو اهل سنتو د حجاج بن يوسف ثقفي پر کفر حکم کړى، حال داچې بې له څه شکه د حجاج جنايات د يزيد بن معاويه هومره نه وو او حجاج تر يزيد لږ ظلمونه کړي وو[288]))
  5. جلال الدين سيوطي له پېغمبر اکرم (ص) نه يو حديث روايتوي چې آنحضرت (ص) تر ځان روسته خلافت په دېرشو کلونو پورې محدودوي او تر دې روسته واکمني، سلطنت، پاچاهي او اشرافيت بولي. سيوطي د حديث په غځېدا څرګندوي چې روستۍ اسلامي خليفه او د پېغمبراکرم روستى ځايناستى حسن بن علي بن ابىطالب و او پر ٤١ س تر تپلې سولې روسته اسلامي خلافت پاى ته ورسېد او اموي پاچاهي پيل شوه.سيوطي د شام د پېښې په اړه وايي: (( امام حسين ووژل شو او د ده سر يې په يوه طشت کې د يزيد مخې ته کېښود، او ابن زياد هم حاضر شو. خداى دې د امام حسين وژونکى، ابن زياد او يزيد لعنت کړي[289])) او د يزيد د مړينې په هکله يې ويلي چې (( خداى هلاک کړ[290]))

سيوطي کاږي: (( ابن ابى شيبه په المصنف کې له سعيد بن جمهان روايتوي چې سفينه ته مې وويل: بني اميه انګيري چې خلافت د دوى دى، په ځواب کې يې وويل: بنو زرقاء (امويان) دروغ وايي، دوى بدترين پاچاهان ول او ړومبى پاچا يې، معاويه بن ابوسفيان دى[291]))

  1. ابو القاسم شافعي په ابن عساکر مشهور (٥٧١ مړ) د اسلامي نړۍ يو مشهور تاريخپوه، رجال پوه او د (( تاريخ مدينة دمشق)) ليکوال دى. د (( ريحانة رسول الله الامام الحسين)) په نامې يو څېړنيزه ويينه لري او د کربلا د بنديانو په ناسته کې د يزيد بن معاويه اشعار راخلي:

لعب هـاشم بالملک فلا

خبر جاء ولا وحى نزل

بيا زياتوي، يزيد ددې اشعاررو په ويلو، خپل کفر په ډاګه کړ؛ نوځکه کافر دى[292]. په (( تاريخ مدينة دمشق)) کې د امام حسين په ژوند ليک کې کاږي:(( د حسين بن علي وژونکي دوزخيان دي[293]))

  1. ابو الفرج بن جوزي(٥١١-٥٩٧) په خپلو بېلابېلو کتابونو کې د امام حسين د پاڅون په اړه مطالب ويلي او پر يزيد باندې د لعنت په اړه يې يو ځانګړى کتاب کښلى: (( الرد على المتعصب الغيد المانع من لعن يزيد)). په دې کتاب کې کاږي: (( د يزيد په زمانه کې به څوک ونه مومي چې پر بيعت يې راضي وي، ان عوامو هم نټه – انکار ترې کوله؛ خو د ځان له ډاره يې څه ويلاى نشو. البته د هيلې له مخې چاته امام ويلاى نشو، ځکه انديالان – متفکرین يوه خوله دي چې امام بايد شرايط او ځانګړنې ولري او په امام حسين کې د امام ځانګړنې او د امامت شرايط راټول شوي وو چې چا يې په خپلې زمانې کې سيالي ورسره نشوه کړاى[294].

ليکي: معاويه خلک زندۍ کړي و چې له يزيد سره بيعت وکړي او څرګندوي: (( که له خورا ناپوه وپوښتل شي چې په حسين او يزيد کې څوک خلافت ته اصلح او وړ و، بې درنګه به ووايي: حسين؛ نو څه مې چې وويل څرګنده شوه چې د يزيد خلافت د زور له مخې و او خلکو له ډاره، چوپتيا خپله کړې وه[295]))

  1. محمد بن طلحه(٦٥٢ س مړ) شافعي مذهبي دى او د (( مطالب السئول فى مناق آل الرسول)) کتاب يې کښلى او امام حسين يې پکې په بېساريو ځانګړنو ښوولى دى. ابن طلحه په پاى کې د امام حسين مخالفان او وژونکي نه بښوونکي، له شفاعته بې برخې او دوزخيان بولي او د هر يوه په نامې پسې ((لعنة الله عليه)) يا (( فى النار خلده الله)) راوړی او په غمجنو اشعارو د امام د ځانګړنو او حالاتو په ويلو کتاب پاى ته رسوي[296].
  2. سبط بن جوزي(٥٨٢- ٦٥٤) د پينځمې او شپږمې پېړۍ نامي عالم، د يزيد غندنې ته ډول ډول دلايل راوړي: ((ديني خلافت او د مسلمانانو د خليفه جامې اغوستل څه شرايط غواړي چې يو يې له خليفه يا د خلافت له مدعي سره د خلکو سم بيعت دى يزيد بن معاويه هم له دې قاعدې مستثنى نه دى. بیعت اخستل باید ورته سم، په خوښه او د مسلمانانو د پوهې او آګاهۍ له مخې وي. د يزيد بيعت د ماتولو وړ و او ماتونه يې حسين ته حرامه نه وه، ځکه په صدر اسلام کې دا ټکى پر اجتهاد ولاړ و او د امام حسين اجتهاد نه يوازې د بيعت جواز؛ بلکې پر ضد يې د پاڅون پر وجوب حکم کاوه، ځکه د يزيد د سختو ظلمونو له لامله غوږونه کڼېدل[297]))

په خپل کتاب کې يې د هغو کتابونو ليکوالان ياد کړي چې پر يزيد يې لعنت ويل روا ګڼلی او د اهلسنتو له ليد لوري يې په بېلابېلو دلايلو زباد کړي دي. زياتوي اهلسنتو، د هغو کسانو پر لعن حکم کړى دى چې ان د يزيد پر لسمې برخې يې هم جنايت کړى نه و؛ نوځکه پر يزيد باندې پر لعنت ويلو کې هډو څه شک نه پيدا کېږي.

  1. سعد الدين تفتازاني(٧٢٢-٧٩٢) يو ستر نامي عالم په خپل مشهور کتاب (( شرح العقائد النسفية)) کې، څرګندوي چې بايد پر يزيد بن معاويه لعنت وويل شي، ځکه چاچې د حسين بن علي د وژنې امر کړى يا يې تجویز کړى يا پرې خوښ شوى، عالمان يوه خوله دي چې د لعنت وړ دى. بېشکه (لږ تر لږه) يزيد د حسين بن علي په وژنه خوښ و او له دې پېښې خوشحال شو او بيا يې نبوي کورنۍ په رنګارنګ ډولونو سپکه کړه، دا مطلب له مانيز اړخ تواتر لري، که څه جزييات يې په وګړيزه توګه روايت شوي دي؛ نوځکه زموږ له نظره يزيد نه يوازې د کربلا په پېښه کې مسوول دى؛ بلکې په کفر او نا ايمانۍ کې يې هم شکمن نه يو، خداى دې پر يزيد او يارانو يې لعنت ووروي[298].))
  2. يافعي د اهل سنتو يو بل نامي عالم وايي: (( بيشکه هغوى کافران دي چې امام حسين يې وژلى يا يې په وژنه کې د آمريت ونډه درلوده او دا چار يې مباح ګاڼه[299]))
  3. شمس الدين ذهبي(٧٤٧ مړ) د اهلسنتو يو نامي حافظ، تاريخپوه او عالم دى او مهم کتابونه لکه ((تاريخ السلام)) او (( سير اعلام النبلاء)) يې ليکلي، د يزيد بن معاويه په اړه ليکي: (( يزيد بن معاويه، سخت زړى ناصي، کينه کښ او وچسری و. شراب يې څښل او بدې چارې يې کولې، خپل دولت يې د شهيد حسين په وژنې پيل کړ او د حرې (د مدينوالو په وژنه) په پېښه پاى ته ورساوه، مسلمانانو ترې کرکه درلوده او عمر يې برکتي نه و[300]))
  4. ابراهيم جويني(٧٣٠ س مړ) نامي سني عالم په (( فرائدالسمطين)) کتاب کې پر يزيد بن معاويه لعنت ويلي او کاږي: (( چې حسين بن علي ووژل شو، مبارک سر يې يزيد بن معاويه _عليه اللعنة والسخط_ ته ورولېږل شو[301]))
  5. ابو الفضل شهاب الدين محمود الاالوسي البغدادي په خپل (( روح المعاني تفسير)) کې وايي: (( څوک چې وايي: يزيد په خپل ددې کار ګناه نه ده کړې او ورباندې لعنت جايز نه دى، بايد د يزيد په مرستندويانو کې يې وګڼو[302]))
  6. حمدالله مستوفي(۷٥٠ مړ) د اهلسنتو يو نامي تاريخپوه دی او په خپل کتاب (( د تاريخ غورچاڼ)) کې امام حسن د راشدينو خلفاوو روستى خليفه او امير المؤمنين يادوي او امام حسين او اولاده يې د خلافت وړ بولي. د امويانو واکمني او له دې ځنې د يزيد حکومت غير شرعي او غصبي بولي[303].
  7. علي بن محمد المالکي المکي په ابن الصباغ مالکي مشهور (٧٨٤- ٨٥٥) په خپل مهم کتاب (( الفصول المهمة…)) کې د امام حسين ځانګړنې يادوي او پر دښمنانو يې لعنت وايي او په پاى کې يزيد چې له امام حسين او يارانو سره يې څه کارنامې کړي، يزيد ته يې کافر ويلى دی[304].
  8. عبدالرحمن بن محمد بن محمد بن خلدون د خپل تاريخ په سريزه کې کاږي: (( ابن العربي مالکي بد کړي چې وايي: حسين د خپل نيکه په توره وژل شوى، بيا يې د يزيد په فسق يوه خوله شوى دى[305]))
  9. فضل الله بن روزبهان خنجي (٩٢٧ مړ) په خپل يو کتاب کې د حسين بن علي د شخصیت په اړه ليکي: (( يا الله! پر درېيم امام چې لقب يې شهيد دى، درود، صلوات او سلامونه ور ولېږه، او شهيد هغه دى چې د جګړې په ډګر او له کفارو سره په جګړه کې ووژل شي… حسين په دين کې د هر ظالم پر وړاندې د غيرت توره راوايسته چې له حق سره يې کينه درلوده او دا دې ته اشاره ده چې امام د يزيد _عليه اللعنة و العذاب_ پر خلافت راضي نشو او په دين کې يې د غيرت توره راوايسته، پر وړاندې يې ودرېد او په لرې کولو کې يې هڅه او اجتهاد وکړ[306]))

په بل ځاى کې د کربلا پېښې په اړه کاږي: (( په اسلام کې ترې ستره پېښه شوې نه ده، پر هغه دې تر قيامت ورځې د خداى د علم هومره لعنت وي چې له حضرت حسین سره د جګړې په نيت ورته حاضر شوى، پکې برخوال و، ورباندې خوښ و او پرې راضي وي او هم پر هغوى چې د ده پر ستر پلار، لوړ مقامي نيکه، ورور او مور يې _عليهم الصلوات والسلام_ ظلم کړى وي او ځورولي يې وي[307]))

  1. شمس الدين محمد بن طولون (٩٣٥ مړ)، د لسمې پېړۍ عالم (( الشذرات الذهبية فى تراجم الائمة الاشنى عشريه عند الامامية)) کتاب وکښه او د دولس ګونو امامانو حالات يې پکې تشريح کړي او د امام حسين د شهادت عاملين يې غندلي او د (( امام زين العابدين)) هر ډول ځورونه يې پکې په پام کې نيولې ده. همدغسې نومړي په (( هطل العين فى مصرع الحسين)) نامې يو بل کتاب هم لري[308] .
  2. عبدالواسع نظامي باخرزى د عبدالرحمن جامي له خپلوانو او د خپلې زمانې مشهور سني عالم و، نه يوازې د امام حسين پاڅون او سمونپالې موخې يې ستايي؛ بلکې د حضرت امام او نورو سپېڅليو امامانو فکر د لاروۍ وړ بولي[309].
  3. شيخ سليمان بن ابراهيم کندوزي بلخي حنفي(١٢٢٠-١٢٩٤) په اسلامي مذاهبو کې له علمي او عملي مقامه برخمن دى او په خپل کتاب[310] کې يې د دولس ګونو امامانو پر مناقبو او ځانګړنو لګيا شوى دى. او چې کله د کربلا پېښه څېړي او شام ته د اهلبيتو بنديان رارسي؛ نو پر يزيد لعنت وايي، کاږي: ((بيا ملعون يزيد امر وکړ چې د حسين حرم او اهلبيت يې ورته راولي))
  4. جلال الدين محمد بلخي په مولوي مشهور (٦٠٤-٦٧٢) د کربلا پېښې او د امام حسين د شهادت په اړه اشعار ويلي او په (( شهيدانو)) يې ياد کړي:

کجاييد اى شهيدان خدايى
بلا جويان دشت کربلايى
کجاييد اى سبک روحان عاشق
پرنده تر زمرغان هوايى

  1. نور الدين عبدالرحمن جامي هروي(٨١٧- ٨٨٩) چې د تيموريانو په پېر کې د اهلسنتو عالمانو مخکښ و، د حضرت علي (ک) او معاويه بن ابو سفيان د دريځ په اړه وايي:

حق در آنجا به دست حيدر بود

جـنګ بـا او خـطا و منکر بــود

(هلته حق د علي (حيدر) پر لور و، او جګړه ورسره تېروتنه او بده وه).

د ابو القاسم بابر(٨٥٢-٨٦١) تيموري چارواکي پر وړاندې يې پر يزيد لعنت ووايه او د لعن منکر يې هم لعين وباله[311].

  1. نظام الدين امير علي شير نوايي(٨٤٤-٩٠٦) چې شاعر، ليکوال او تر ٢٩ ټوکو زيات کتابونه يې ليکلي چې کله يې د (( غزالي)) پر يزيد د لعنت نه ويلو فتوا وليده، په دوو بيتونو يې ځواب کړه:

اى که ګفتى بـر يـزيـد و آل او لعنت مــکن

پزانکه شايد حق تعالى کرده باشد رحمتش

آنجه با آل نبى او کـــرد اګـر بخشد خداى

هم ببخشايد مرا ګــر کــرده باشـــم لعنتش

(( يعنې اى هغه چې دې ويلي، پر يزيد او آل يې لعنت مه وايه، ښايي خداى بښلى وي (؛نو) څه يې چې له آل نبي سره کړي او خداى يې وبښي؛ نو ما ورباندې لعنت ويلى به هم خداى وبښي)).

يعنې که د توبې باب دومره پراخ وي چې خداى د يزيد په څېر جناياتو او ګناهونو تېر شي؛ نو هرومرو د هغه چا له ګناه به هم تېر شي چې لعنت يې ورباندې ويلى دی.

حکيم سنايي غزنوي پر يزيد لعنت ويلى:

داستان پسر هند مګر نشنيدي
که از او وسه کس او بپيمبر چه رسيد
پدر او سرښ دندان پيمبر بشکست
مادر او جګر عم پيمبر بمکيد
او بنا حق حقِ داماد پيمبر بستاد
پسر او سر فرزند پيمبر ببريد
برچنين قوم تو لعنت نکنى شرمت باد
لعن الله يزيداً و على آل يزيد [312]

 (( ؛يعنې ايا د هندې د زوى داستان دې اورېدلى نه دى چې له دې او د درېيو تنو (له لاسه) يې پېغمبر (ص) ته څه (کړاوونه) ورسېدل پلار يې د پېغمبر (ص) غاښونه ورمات کړل، مور يې د پېغمبر (ص) د تره ځيګر وروه، په ناحقه يې د پېغمبر (ص) د زوم حق واخيست، زوى يې د پېغمبر د زوى سر پرې کړ؛ نو شرم دې درباندې وي چې پر داسې قوم لعنت ونه وايې پر يزيد او آل يزيد دې د خداى لعنت وي)).

  1. ميرزا قوم الدين محمد حسني قزويني د (( شرح لمعه)) خاوند چې يو اديب فقيه دى په يزيد يې لعنت ويلي:

اللعن على يزيد لازال يزيد
لعنا مترادفا مقضى بمزيد
و اذکرعطش الحسين واسکب دمعاً
و اطلب ثلج الفواد من لعن يزيد

۳۲- امام ((شوکاني)) په (( نیل الاوطار)) کې په هېښتیا هغه کسان یادوي، چې د پېغمبر (ص) د زوی حسین بن علي، د یزید بن معاویه پر وړاندې شورشي بولي او ورپسې پر یزید او پلار یې لعنت وايي او کاږي: (( له دې تعبیرونو او ویناوو هېښتیا ده، چې له اورېدو یې د هر انسان وېښتان ځیګېږي او غوږونه پرې دردېږي.[313]))

 

۳۳-خوشحال بابا (١١٠٠مړ) دا خوند درويزه په ځواب کې چې ګنې يزيد د امام حسين د وژنې نيت نه درلود، دا حسين و چې د يزيد په وژنې پسې يې راخستې وه؛ نو دده په ځواب کې يې څه اشعار ويلي او په ترڅ کې يې پر يزيد هم لعنت ويلى دى:

 

آل اولاد د پاک رسول واړه منمه
امامان نبيان هم ټول واړه منمه

د يزيد پليد پر کار باندې لعنت شي
دا له سره يې کړى شرارت دى

د بد ذات مګر په علم کې خوى نور شي
حبشي چې پر مخ خال کېږدي لاتور شي

يو کتاب دى درويزه سره جوړ کړى
چې د سوات خلک يې له علمه دي موړ کړي

نا معقول مجهول بيان پکې بې ځايه
په کې بد د سيد وايه يزيد ستايه

دا احوال به په بل فصل کې ښکاره شي
پر مطلب نظر لرم چې درښکاره شي

ناګهانه چې زما په نظر پرېووت
په دا حرف په دا ويل مې نظر پرېووت

چې لعنت به په يزيد هغه واينه
چې په فض کې غره بې حده وينه

د حسين په مرګ يزيد کله راضي و
بلکې دى دده د خون متقاضي و

امرا کان يې د حسين په مرګ قصاص کړه
زه حيران شوم د يزيد په هسې خاص کړه

چا به دا وې چې لعنت پر يزيد ښه دى
رافضي دى دوازده امام هم ستايي

چې دا هسې احوال چشمه بد خصال يې
د يزيد د دربان ياد د جايي

موږ کله وايو دا چې يزيد ښه دى
په مخزن کې دروېزه ستايلى نه دى

د يزيد ستاينه ګوري په مخزن کې
هم مخزن نه دى د شعر په هېڅ فن کې

د يزيد په لعنت څه د چا استاد دى
څو بابا باندې يې حکم د فساد دى
د يزيد په لمن څوک رافضي کېږي
چې په ما يې راټولى کړه څوک پرې غلېږي

 

په مذهب سني مذهب وه خارجي شول
د يزيد په ستايش کې مارجي شول

ملنګانو به يزيد ته کړې کنځلې
دروېزه به د يزيد دوزى وهلې

پر يزيد باندې لعنت شه پر اعوان يې
چې په تيغ يې د نبي لمسى مظلوم دى
د امت يې بزګزين دي اثنا عشر
په بزرګۍ کې د همه جهان مخدوم دي

د خوشحال خټک دې حشر له هغو شي
چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم دي

 

د امت د ولس امام دي
په حديث کې نام په نام دي
دى يوعلى دويم حسن
بل حسين پاکيزه تن

۳۴-ارواښاد ګل پاچا الفت د هېواد نامتو اديب، سياستپوه او خوله ور شاعر په خپلو شعري ټولګو کې د کربلا پېښه ياده او پر يزيد يې د لعنتونو ورولو يادونه کړي او له کربلا الهام يې په خورا ښو ادبياتو افاده کړى دى.

پر یزید باندې ورېږي تر قیامته نفرتونه

د حسین په غم کې ژاړي جهانونه عالمونه

 

  1. د پښتنو نامي اديب، عارف، نقاد او ان خاتم العارفين يې ارواښاد امير حمزه خان شينواري، په خپلې پخې او ښه ډېرى شاعرۍ کې غټه برخه د اهلبيتو په تېره د امام حسين شهادت ته ورځانګړې کړې ده چې په دې هکله ژباړن (( د غزل بابا د آل محمد په وير کې)) يو څېړنه هم لري چې يو ځل پر ١٣٨٣ ل او دويم ځل پر ١٣٩٣ ل چاپ شوې ده. حمزه بابا چې د ادبياتو په نړۍ کې يې ځان د (( غزل بابا)) نومولى امام حسين ته د خپل عقيدت پېرزونې داسې وړاندې کوي:

 

 

 

[1]بحار الانوار: ٩ ټوک/٣٣٦ مخ.

[2] بحار الانوار: ٤٦/١٩٣ مخ

[3]نهج البلاغه: ١٨٥ مه خطبه.

[4]بحار الانوار: ١٠٠/٨٧ مخ

[5] فيض الاسلام، نهج البلاغه، ٩٧ مه خطبه، ٢٩٠ مخ

[6] شيخ صدوق، امالي، ٢٧ مجلس، ١١٢ مخ، ٥ حديث.شيخ صدوق، عيون اخبار الرضا: ١/٢٣٣ مخ.محمد باقر مجلسي، بحار الانوار، ٤٤/٢٨٦ مخ.

 

[7] اسراء: ١٠٨-١٠٩ آيتونه

[8] مريم: ٥٨ آيت

[9] مائده: ٨٣ آيت

[10] بحار الانوار: ٧٢: ١٠٧ مخ.

[11] بحار الانوار: ٧٣/١٥٧ مخ.

[12]بحار الانوار: ٧٩/٩١ مخ، ٧٣ ګڼه حديث

[13] (شيخ مفيد، امالي: ١١ مخ، ٨ حديث)

[14] (محدث نوري، مستدرک الوسائل: ١١/٢٤٥ مخ، ٣٥ حديث)

[15](وسائل الشيعه: ١١/١٥٧ مخ.)

[16](نوري، مستدرک الوسائل: ١١/٢٤٥، ٣٦ حديث)

[17]د غرر الحکم شرح: ٢/١١١ مخ.

[18]نوري، مستدرک الوسائل: ١١/٢٤٥ مخ، ٣٥ ګڼه روايت.

[19]اصول کافي: ٢/٤٧٨ مخ.

[20] بحار الانوار: ٩٠/٣٣٤ مخ.

[21] اصول کافي: ٤/٢٣٤ مخ.

 

[22]محمد باقر مجلسي، بحار الانوار: ٤٤/٢٨٧.

[23]شيخ صدوق، امالي، ٢٧ مجلس، محمد باقر مجلسي، بحار الانوار: ٤٤/٢٨٦ مخ.

[24]نراقي، عوائد الايام، ٣١ مخ، دويمه عائده.

[25]شاولى الله د هلوي، حجة البالغة، ٦٩ مخ، صاحب جان هندي خنفي، اصول الاربعة فى ترديد الوهابية، ٣٠ مخ.

[26]عوايد الايام، ٣١ مخ

[27]الميزان تفسير: ١/٤١٤ مخ، د بقرې سورت تر ١٦٥ آيت لاندې.

 

[28]زمخشري، کشاف تفسير: ٢/٤٩٧ مخ، فخر رازي، کبير تفسير: ١٨/١٩٣، تر ٨٤ – ٨٥ آيتونو لاندې.

[29] پورته سرچینه

[30]على بن شهر آشوب، مناقب آل ابيطالب: ٤/١٧٩. وسائل الشيعه: ٢/٩٢٣.

 

[31]صحيح بخاري، کتاب الجنائز، باب يعذب الميت ببکاء اهله، صحيح مسلم، کتاب الجنائز، ٢/٦٣٩، جامع الاصول: ١١/٩٩، ٨٥٧٠ ګڼه روايت.

[32]تېرې سرچينې، صحيح ترمذي، ١٠٠٢ ګڼه روايت، باب ماجاء فى کراهة البکاء على الميت.

[33] کنز العمال: ١٥/٧٣١

[34] کنز العمال: ١٥/٧٣٢

[35]امام احمد حنبل، مسند: ١/٤١ مخ. صحيح بخاري، کتاب الجنائز، صحيح مسلم باب الميت. جامع الاصول: ١١/٩٩، ٨٥٧٠ ګڼه روايت.

[36]محمد فواد عبدالباقي، اللؤلؤ المرجان فيما انفق عليه الشيخان: ١/١٨٦ مخ.

[37]امام احمد حنبل، مسند: ١/٤٢ مخ، جامع الاصول: ١١/٩٣، ٥٨٦٣ ګڼه روايت.

[38]صحيح بخاري، ابواب الجنائز، صحيح مسلم: ١/٣٤٤، ارشاد الساري: ٢/٤٠٤.

[39]نسايي، سنن: ٤/١٧ باب النياحة على الميت. جامع الاصول: ١١/٩٤، ٨٥٦٤ ګڼه روايت.

[40]المصنف: ٣/٢٦٨ مخ.

[41]حاکم نيشابوري، مستدرک على الصحيحين: ١/٣٨١ نسايي، سنن: ٤/١٩٠.امام احمد حنبل مسند: ٢/٣٣٣.

[42]نووى شرح: ٤ ټ، کتاب الجنائز.

[43]حاکم نيشابوري، مستدرک على الصحيحين: ٣/١٠٥ مخ.

[44] تېره سرچينه.

[45]متقي هندي، کنزل العمال: ١٥/٧٣٠ مخ، ٤٢٩٠٧ ګڼه روايت، باب النياحة. فتح الباري: ٣/١٢٥، باب مايکره من النياحة. ابن عبدربه اندلسي، عقد الفريد: ٣/٢٣٥ مخ.

[46]اسد الغابة فى معرفة الصاحبة او د خالد بن وليد حالات: ١/٥٨٨ مخ.

[47] کنزل العمال: ١٥/٧٣١، ٤٢٩٠٨ ګڼه روايت، باب النياحة.

[48]کنز العمال: ١٥/٧٢٧ مخ.

[49]عقد الفريد: ٣/٢٣٥ مخ.

[50]ابن عبدالبر، الاستيعاب: د حجر بن عدى د حالاتو شرح.

 

[51]الشيخ نظام وجماعة من علما الهند، فتاوى الهنديه فى مذهب الامام ابى حنيفه: ١/١٦٢ مخ.

[52]فتاوى الغاثيه: ٤٥ مخ.

[53] . دا کتاب له امامیه فقهې سره یو ځای د پینځګونې فقهې په نامه په پښتو هم څو وار چاپ شوی دی.

[54]عبدالرحمن الجزايري، الفقه على المذاهب الاربعه: ١/٤٨٤ مخ.

[55] ارشاد الساري: ٢/٤١٤ مخ.

[56]ذهبي، سير اعلام النبلاء: ١٨/٤٦٨ مخ.

[57]خطيب بغدادي، بغداد تاريخ: ٤/٤٢٣ مخ

[58]سير اعلام النبلاء: ١٥/٤٨١ مخ.

[59]تېره سرچينه: ١٨/٣٧٩ مخ.

[60] ابن کثير تاريخ: ١٤/١٢٨

[61] االعقود الدرية: ٣٩٩ مخ

[62]امام احمد حنبل، مسند: ٢/٤٤١ مخ، صحيح مسلم: ٢/٦٧١ مخ، کتاب البخايز.

[63]ذخائر العقبى: ٥٦ مخ.

[64] صحيح بخاري: لومړى ټوک، کتاب الجنايز، باب ٨١٧، ١٢٠١ ګڼه حديث.

 

[65]صحيح بخاري: ١/١٥٨ مخ، باب: ٨٢٨، فتح الباري: ٣/١٣٥ مخ، صحيح مسلم: کتاب فضائل، باب رحمة با الصبيان.

[66]محمد بن اثير جزري، حامع الاصول: ١١/١٠٥ مخ، ٨٥٧٧ ګڼه حديث، احزجه الترمذي.

[67]حلبى، سيرة الحلبية: ٢/٢٦٠، امام احمد حنبل: ٢/٤٠ مخ، حاکم نيشابوري: ١/٣٨١، وسائل الشيعه: ٢/٩٢٤ مخ.

[68]واقدي، مغازي: ١/٣١٥_ ٣١٧ مخونه. ابن عبدالبر الاستيعاب فى معرفة الاصحاب، د حمزه ژوند ليک. ابن اثير، اسد الغابه، د حمزه ژوند ليک.

[69]طبري تاريخ: ٢/٢٧، د درېيم هجري کال پېښې. د احد غزا.

[70]عبدالله محمد بن عبدالبر قرطبي: ١/٤٢٦. امام احمد حنبل، مسند: ٢/٤٠ مخ.

[71]صحيح بخاري: ٢/٢٤٠ کتاب: فضائل الصحابه، باب مناقب خالد. ابن حجر عسقلاني: فتح الباري: ٨/٤١٣ مخ.

[72] ابن سعد، طبقات الکبرى: ٨/٢٨٢ باب تسمية النساء المسلمات المبايعات

[73]واقدي، مغازي: ٢/٧٦٦ مخ، موته غزا. ابن هشام سيرت: ٤/٢٢ مخ.

[74]جامع الاصول: ١١/٩٥.

 

[75] ابن ابى شيبه، المضف: ٢/٦٩٧، کتاب النفتن، ٧٤ ګڼه روايت. صحيح ابن ماجه، ٢/٥١٨ مخ. حاکم نيشابوري، مستدرک على الصحيحين: ٤/٤٦٤ مخ.

[76]محمد بن اثير جزري، جامع الاصول فى الاحاديث الرسول: ١١/١٠١ مخ.صحيح بخاري: ٣/١٤٠، باب البکاء عند امريض.صحيح مسلم: باب البکاء على الميت.

 

[77]حافظ ابو المؤيد خوارزمي، مقتل الحسين: ١/٨٨ مخ، شپږم څپرکى، د حسنينو فضايل.. حافظ محب الدين طبري، ذخائر العقبى: ١١٩ مخ، ٩ باب.

 

[78]حاکم نيشابوري، مستدرک على الصحيحين، کتاب: معرفة الصحابه: ٣/١٧٦. متقي هذي، کنز العمال: ١٢/١٢٣، ٣٠٠ ٣٤ ګڼه روايت. المنتظم: ٥/٧٨ او ٦/٣٨٦.

[79]نور الدين هيثمي، مجمعالزوائد ومنبعع الفوائد: ٩/١٨٩. ذخائر العقبى: ١٤٨ مخ. امام احمد حنبل، مسند: ٣/٢٦٥ مخ.

[80] حافظ ترمذي، جامع الصحيح: ١٣/١٩٣.

[81] سيد هاشم بحراني، مدينة المعاجز: ٢٤٣ مخ، ٤٥ ګڼه روايت.

[82] ابوبکر هيثمي، مجمع الزوايد: ٩/١٨٨. متقي هندى، کنز العمال: ٦/٢٢٣ مخ.

 

[83] ماوردي، اعلام النبوة: ٨٣ مخ. ابن حجر مکي، الصواعق المحرقه: ١٩٢ مخ. خوارزمي، مقتل الحسين: ١/١٥٩ مخ.

[84] خوارزمي، مقتل الحسين: څلورم څپرکى، دويم ټوک ١٦٧ مخ.

[85] ابن جوزي، مقتل الحسين: ١/١٦٤ مخ.

 

[86] خوارزمي، مقتل الحسين: ١٦٢ مخ، باب ثامن. ابن جوزي، تذکرة الخواص: ٢٢٥ مخ. نصر بن مزاحم، صفين کتاب: ٥٨ مخ.

 

[87] امام احمد حنبل، مسند: ١/٨٥. ذهبي، سير اعلام النبلاء: ٣/٢٨٨ مخ. ابن ابى شيبه المصنف: ٨/٦٣٢ مخ. کتاب الفتن: ٢٥٩ مخ. ابن حجر مکي، الصواعق المحرقه: ١٩٣ مخ.

[88] شيخ سليمان قندوزي حنفي، ينابيعع الموده: ٣٨٩ مخ. ابن حجر مکي، الصواعق المحرقه: ١٩٨ مخ. ابن جوزي، تذکرة الخواص: ٢٥٦ مخ.

 

[89] ابن حجر مکي، الصواعق المحرقه: ١٩٨ مخ.ابن جوزي، تذکرة الخواص: ٢٥٧ مخ.ابن اثير، الکامل فى التاريخ: ٤/٨١ مخ.قسطلاني، ارشاد الساري: ٦/١٢٩ مخ.ابو حنيفه دينوري، اخبار الطوال: ٢٦١ مخ.د کنزالعمال غورچاڼ: ٥/١١٢ (د امام احمد حنبل د مسند له لمنليک سره).

[90] ابن اثير تاريخ: ٤/٤٠٥. بحار الانوار: ٤٥/٢٣٠ مخ، ٤٢ باب.

 

[91] امام احمد حنبل، مسند: ١/٢٨٣ مخ.

[92] عماد الدين ادريس قريشي، عيون الاخبار و فنون الاثار: ١٠٩ مخ.

سيد هاشم بحراني، مدينة المعاجز: ٤/١٩٦ مخ.

[93] ابن عساکر، تاريخ مدينه دمشق: ٢٠٩ مخ. ابن سعد، طبقات الکبرى: ٨ ټوک، ١٦٩ ګڼه روايت. حاکم نيشابوري، مستدرک على الصحيحين: ٣/١٧٣. ابن اثير اسد الغابه: ١/٤٩٣ مخ.

[94]شيخ طوسي، تهذيب الاحکام: ٨/٣٢٥، ٤ باب، ٢٣ ګڼه حديث.

[95] شيخ حر عاملي، وسائل الشيعه: ٢/٩١٧ مخ، ٨٢ باب، ابواب دفن

[96] محمد حسن نجفي، جواهر الکلام: ٤/٣٦٩_ ٤٧٠ مخونه.

 

[97] تاريخ النياحة: ٦٦ مخ.

[98] تېره سرچينه

[99] تېره سرچينه. اعيان الشيعه: ٧/٣٠٠ مخ، د سليمان بن حرد حالات په ځينو رواياتو کې راغلي، چې د امام حسين پر قبر هومره ګڼه ګوڼه وه، چې ته وا حجر الاسودد لمسوي. )١( تاريخ النياحة: ١٣٢ مخ.

[100] تاريخ النياحة: ٧٠ مخ.

[101] تاريخ النياحة: ٧٤ مخ.

[102] تېره سرچينه. عمر رضا کحاله، اعلام النساء فى عالمى العرب والاسلام: ٥٠٨ مخ.

[103] سبط ابن جوزي، تذکرة الخواص: ٢٤٠ مخ، باب التاسع، حديث الجمال التى حمل عليها الواس والسبايا. تاريخ النياحة: ٩١ مخ.

[104] ابوالفرج اصفهاني، مقاتل الطالبيين: ٩٠ مخ، باب: ٥. تاريخ النياحة: ٩٢ مخ.

[105] سيد محسن امين، الواعج الاشجان: ٢١٠ مخ.

 

[106] ملا حسين کاشفي، روضة الشهداء: ١٢ مخ.

[107] انوار الاولياء فى طريق الاصفياء: ١٦٨ مخ.

 

[108]محمد بن عبدالواحد الموصلي، النعيم المقيم لعترة النباء العظيم، (مناقب آل محمد) د سيد علي عاشور څېړنه، ١٠٣ مخ.

 

[109]ابوجعفر محمد بن جرير طبري، تاريخ الامم والملوک، د ابراهيم ابو الفضل څېړنه، ٥/٤٥٦ مخ. الکامل فى التاريخ: ٤/٣٢ مخ. مروج الذهب: ٢/٩١ مخ. تقى الدين احمد مقريزي، الوعظ والاعتبار فى ذکر الخطط والاثار: ٢/٢٨٨ مخ. ابن کثير، البداية والنهايه: ٨/١٨٩. ابن شهر آشوب: ٢/٢٢٤ مخ. مثير الاحزان: ٢/٤٠ مخ.

[110]طبري، تاريخ ٥/٤٦٤_ ٤٦٥. العقد العزيد: ٤/٣٥٨ مخ.

[111] طبري تاريخ: ٥/٤٥٦ مخ.

[112] ابن قولويه، کامل الزيارات: ٩٣ او ٣٤٠ مخونه.

[113] طبري تاريخ: ٥/٤٦٧ مخ.

[114]ابن شهر آشوب، مناقب آل ابى طالب: ٣/١١٧ مخ.

[115]شرف الدين الموصلي، مناقب آل محمد: ١٠٤ – ١٠٥ مخونه.

[116] تېره سرچينه.

[117]موفق بن احمد اخطب خوارزمي، مستقل الحسين، ١٢٦ مخ، د شيخ محمود سماوي څېړنه. شيخ سليمان القندوزي البلخي، نيابيع الموده: ٣٥٦ مخ.

[118]عبدالجليل رازي قزويني، النقض: ٣/٣٧٠ مخ، دد مير جلال الدين حسيني ارموي سمونه.

 

[119] طبري تاريخ: ٥/٤٦٥ مخ.

[120]جاحظ، البيان والتبيين: ١/١٧٩ او ١٩٦ مخونه.

[121] اسماعيل بن کثير، البدايه و النهايه: ١١/٢٧٦، ٢٨٦، ٢٩٦، ٣٠٢، ٣٥٩ او ٣٨١ مخونه.

[122]تقى الدين مقريزي، الوعظ والاعتبار فى ذکر الخطاط والآثار: ٣١٤-٣١٨ مخونه.

[123]د يوان کسايي مروزي، ٧٦ مخ، د مهدي درخشان سمونه

[124]ديوان ناصر خسرو قبادياني، ٤٩٧ مخ، د مجتبى مينوي سمونه

[125]النقض: ١١٤ او ٣١٧ مخونه.

[126]سنايي، ديوان اشعار: ٤٧٠ او ٤٥٠ مخونه.

[127]سيد عبدالعزيز الطباطبايي، معجم اعلام الشيعه: ٢٩٦ مخ.

[128]ابن حجر عسقلاني، لسان الميزان: ٥/٢١٧ مخ. ذهبي، ميزان الاعتدال: ٦/٢١٥ مخ.

[129]عبدالجليل قزويني، النقض: ٣٧٠ – ٣٧٣ مخونه.

[130]قاضي شمس الدين طبسي، ديوان اشعار: ١٣٤ مخ، د تقي بينش سمونه

[131]کليات ديوان شمس، ١٠١٧ مخ، د محمد عباسي سمونه.

[132]سيف الدين محمد فرغاني، ديوان اشعار: ١٧٦ – ١٧٧ مخونه، د ذبيح الله صفا سمونه.

[133]قاضي نور الله شوشتري، مجالس المؤمنين: ٢/٧٠ مخ.

[134]ديوان خواجوي کرماني، ٥٧١ – ٥٧٢ مخونه، د احمد سهيلي خوانساري په اهتمام.

[135] مجله حوزه: نولسم کال: ١١٣ – ١١٤ مخونه، ٣٦٧ او ٣٦٨ مخونه.

[136]محمد خوسفي، ديوان، ٤٦ مخ، د احمد احمدي بيرجندي او محمد تقي سالک سمونه.

[137] اشک خوز: ٢٧ – ٢٨ مخونه.

[138]عبدالجليل قزويني، النقض: ٣٧٠ مخ.

[139] ابن کثير، البدايه والنهايه: ١٣/٢٤٩ مخ.

[140] عبدالرزاق سمرقندي، مطلع السعدين و مجمع البحرين: ٢/١٤٨ مخ. خواند مير، حبيب السير: ٣/٦١٨ او ٦٢٤ مخونه.

[141] دوکتور کامل مصطفى شيبى، تيشع و تصوف: ٢٦٢ مخ )د على رضا ذکاوتي قراګزلو ژباړه

[142] تشيع و تصوف: ٣٢٥ – ٣٢٧ مخونه.

[143] شيخ آقا بزرګ تهراني، الذريعة الى تصانيف الشيعه: ١١/٢٩٥ مخ

[144]محمود واصفي، بدايع الوقايع: ٣/٢٦٧ مخ، د الکساندر بلدرف سمونه.

[145] اسفزاري، روضات الجنات فى اوصاف مدينة هرات: ٢/٣٢٨ – ٣٣٠ مخونه د محمد کاظم امام په هڅه.. عبدالواسع نظامي باخرزي، مقامات جامي: ١٩٠ مخ، د نجيب مايل هروي سمونه.

[146] عبدالواسع نظامي باخرزي، مقامات جامي: ١٧٤ مخ.

 

[147] تشيع و تصوف: تر ٣٢٥ مخ روسته

[148] ميرخواند بلخي، روضة الصفا: ٦/٧٩ مخ

[149] الذريعه: ١١/٢٩٥

[150] محمد اقبال لاهوري. کليات اشعار، ٧٤- ٧٥ مخونه (د احمد سروش له سريزې سره)

[151] محمد اکبرزاده، حسين پيشواى انسانها: ١٠ مخ.

[152] رجبعلي مظلومي، حسين رهبر ازادګان ٦٠ مخ.

[153] صديق صفى زاده، پارسي ګويان کُرد: ٦٩ – ٧٣ مخونه.. سيد عبددالحميد حيرت سجادي، ګلزار شاعران کردستان: ٦٤ – ٦٥ مخونه.. ملک الکلام مجدى سقزي، سفر نامه حج: ٨٧ مخ.

[154] تاريخ النياحة: ٢/٤٧ مخ.

 

[155] ابو ريحان البيروني، آثار الباقية: ٥٢٤ مخ.

[156]مقريزي، الخطط: ٢/٣٨٥ مخ.

[157]پورته سرچينه.

[158] ابن حجر مکي، الصواعق المحرقه: ٢٢١ مخ.

[159] عباس قمي، مصاتيح الجنان: ٧٥٠ مخ.

[160]سمهودي، وفاء الوفاء: ٣/٩٠٦ مخ.

[161] ذهبى، تاريخ السلام: ٢٣١ – ٢٤٠ مخونه.

[162]جلال الدين سيوطي، تاريخ الخلفاء: ٢٠٧ مخ.

[163]طبري تاريخ: ٥/٣٩٣. اربلى، کشف الغمة: ٢٦٨ مخ.

[164] سنن البيهقي: ٣/٣٢٧ مخ.

[165] الصواعق المحرقه: ١١٦ مخ.

[166] الصواعق المحرقه: ١٩٣ – ١٩٥ مخونه.

[167] تېره سرچېنه

[168] تېره سرچینه

[169] تذکرة الخواص: ٢٧٣ مخ.

[170]مقريزي، الخطط: ٢/٢٨٩ مخ.

[171]الکامل فى التاريخ: ٤/٩٢ مخ.

 

[172]تذکرة الخواص: ٢٧٣ – ٢٧٤ مخونه.

[173]الصواعق المحرقه: ١٩٤ مخ.

[174]الصواعق المحرقه: ١١٦ مخ او ١٩٤ مخ. ابو نعيم اصفهاني، دلائل النبوة ٢/٥٥١ مخ.

[175] الخطط: ٢/٢٨٩ مخ.

[176] تذکرة الخواص: ٢٧٤ مخ.

 

[177]الصواعق المحرقه: ١٩٤ مخ.

[178]الصواعق المحرقه: ١٩٤_ ١٩٥ مخونه

[179] احمد بن على بن حجر العسقلاني، تعذيب التهذيب: ٢/٣٥٤.

[180] الصواعق المحرقه: ١٩٥ مخ.

[181] الخطط: ٢/٢٨٩ مخ.

[182]لواعج الاشجان: ١٦٣ مخ.

[183] العقد الفريد: ٥/١٣٣

[184] الکامل فى التاريخ: ٤/٩٣ مخ.

[185] الصواعق المحرقه: ١٩٣ مخ. جلال الدين سيوطي، تاريخ الخلفا: ٨ مخ طبري تاريخ: ٥/٣٥٤ مخ.

[186] محمود بن عمر زمخشري، ربيع الابرار: ١/٢٨٥ مخ.

[187]صحيح ترمذي: ٢/٣٠٦ مخ. حاکم نيشابوري، مستدرک على الصحيحين: ٤/١٩ مخ. ابن حجر عسقلاني، تهذيب التهذيب: ٢/٣٥٦. محب الدين طبري، ذخائر العقبى: ١٤٨ مخ.

[188] طبري تاريخ: ٥/٤٥٤_ ٤٥٥. الفتوح: ٥/١٣٦.

[189] سيوطي، تاريخ الخلفا: ٢٠٨ مخ.

[190] احمد بن عبدالله طبري، ذخائر العقبى: ١٥٠ مخ.

 

[191] ابن اعثم کوفي، الفتوح: ٣/٢٣ مخ، پينځمه برخه. خوارزمي، مقتل الحسين: ١/١٨٨ – ١٨٩ مخونه. ابن شهر آشوب، مناقب آل ابى طالب: ٤/٨٩ مخ.

 

[192] قاضى عبدالجبار، شرح الاصول الخمسه: ١٤٢ مخ.

 

[193]  .رساله للجاحظ فی بني امیه، ۱۲۰ مخ.

[194]تاريخ الطبري: ٥/٣٣٩. بلا ذري، انساب الاشراف: ١٦٩ مخ. ابن اثير، الکامل: ٤/٤٣ او ٧٥ مخونه. ابن کثير، البداية والنهايه: ٨/١٦٩-١٧٦ مخونه. شيخ مفيد: ٢/٧٥ مخ. ابن سعد، الطبقات الکبرى )ترجمه الامام الحسين(: ٦٧-٦٨ مخونه. فتال نيشابوري: روضة الواعظين: ٢١٤ مخ او…

[195] تاريخ الطبري: ٥/٣٩٩. بلا ذري، انساب الاشراف: ١٦٩ مخ او…

[196] خوارزمي، مستقل الحسين: ٢/٧ مخ. ابن عساکر، تاريخ مدينه د مشق: ٢١٧ مخ. طبري، الاحتجاج: ٢/٩٩ مخ. سيد ابن طاووس، الملهوف: ١٥٦ مخ.

 

[197] الرد على المتعصب العنيد: ٧١ مخ.

 

[198] الرد علي المتعصب العنيد المانع من لعن يزيد: ٧١ مخ.

[199]تېره سرچينه: ٨٣ مخ.

[200] د پورته سرچينې ٨٦ مخ

[201] ابن ابى الحديد، د نهج البلاغې شرح: ٣/٢٤٩ مخ.

[202] . علي (ک) دنیا ته وايي: ورځه دا دام د بل مارغه ته کېده(نهج البلاغه:۷۷ حکمت)

[203] . د معاویه ابن ابي سفیان خبره ده: دنیا  مې مال دی؛ ځمکه او زمان یعنې موږ!

[204](د نهج البلاغه، ٣٣ مه خطبه، د صبحى صالح سمونه)

[205] در رالسمطفى خبر السيط: ٩٤ مخ.

[206]تېره سرچينه: ١٠٣ مخ

[207]تېره سرچينه: ١-٤ مخ

[208]تېره سرچينه: ١١٦ مخ

[209]تېره سرچينه: ١١٥ مخ

[210] تېره سرچينه: ٩٣ مخ.

 

[211] (تېره سرچينه: ٢٣٣ مخ)

[212] العواصم من القواصم: ٢٣١ مخ.

[213] راس الحسين: ٢٠٠ مخ.

[214] ابن کثير، البداية والنهاية: ٨/٢٤٠ مخ.

[215]. حاکم نیشابوري، مستدرک علی الصحیحین: ۳ټوک، ۱۷۷ مخ.

[216] . صحيح ترمذي: ٢/٣٠٧. طبراني، المعجم الکبير: ٢٢/٢٧٤ مخ. متقي هندي، کنز العمال: ١٣/٦٦٢. ابن عساکر، تاريخ مدينة دمشق: ١٤/١٥٠.

[217]زرندي، نظم در السمطين: ٢٠٨ مخ. ابن کثير، البدايه والنهايه: ٨/٢٢٥.

[218]حاکم نيشابوري، مستدرک على المحيمين: ٣/١٦٦ مخ.

[219] احمد بن علي بن حجر العسقلاني، تهذيب التهذيب: ٢/٣٠٠ مخ.

[220] ترمذي سنن: ٥/٣٢٣ مخ، ٣٨٦١ ګڼه روايت.

[221]حاکم نيشابوري، مستدرک على المحيمين: ٣/١٦٦ مخ.

[222] صحيح بخاري: ٥/٣٣، کتاب فضايل الصحابه، باب مناقب الحسن و الحسين.

[223]ابن حجر عسقلاني، الاصابة فى تمييزالصحابة: ١/٣٣٣ مخ.

[224] تېره سرچينه

[225]عبدالله علائلى مصري، سموالعنى فى سموالذات: ٩٨ مخ. داکتر، محمد عبده يماني، علموا اولادکم مجة آل بيت النبي: ١٤٣ مخ.

[226] ابن عساکر، تهذيب: ٤/٣٢٧ مخ.

[227] طبري تاريخ: ٥/٤٢١ مخ.

[228]ابو المؤيد الموفق بن احمد الخوارزمي، مقتل الحسين: ١٥٣ مخ، الغرى چاپ.

[229] زمخشري، ربيع الابرار: ٢١٠ مخ.

[230]ابن صباغ مالکي، الفصول المهمة: ١٥٩ مخ، الغرى چاپ.

[231]تېره سرچينه. حضرمي، وسيلة المآل: ١٨٣ مخ. ملحقات الاحقاق الحق: ١١/٤٣١.

[232]زرندي، نظم در رالمسبطين: ٢٠٩ مخ.

[233]داکتر محمد عبده يماني، علموا اولادکم محبة آل بيت النبي: ١٤٣ مخ.

[234] عباس محمود عقاد، ابو الشهداء: ١٩٥-٢٨٠ مخونه.

[235] سبط بن جوزي، تذکرة الخواض الامة: ٢٨٧ مخ.

[236] محاضرات الادباء و محاورات الشراء: ١/٢٣١ مخ، د مصر چاپ.

[237]ابن ابى الحديد معتزلي شافعي، د نهج البلاغې شرح: ١/٣٠١ مخ.

[238] عمر ابو نصر، سيد الشهداء: ١٠٦ مخ.

 

[239] عبدالله علائلى مصري، تاريخ الحسين، د شيخ باقرکمره يي ژباړه: ٨٦ مخ.

 

[240]. طه حسين، الفتنة الکبرى: ٢٤٧ مخ .

[241] . تتمة المنتهي ٥٥ مخ. بحار الانوار، ٤٤: ٣٠٩ مخ

[242] طبري تاريخ: ٣/٢٢٧ مخ، د ١٤٩ او ٥٠ کلونو پېښې. الاغاني: ١٧/٢١١ مخ.

[243]سيد بن طاووس، اللهوف على قتى الطفوف: ٢٣ مخ+ بحار الانوار: ٤٤/٣٢٥ مخ.

[244] عباس محمود عقاد، ابو الشهداء الحسين بن علي: ٦٦ مخ.

[245] مسعودي، مروج الذهب: ٣/٦٨ مخ.

[246] الکامل فى التاريخ: ٤/١٢٧ مخ.

[247]ابن هشام، السيرة النبوية: ٣/١٤٣. سبط بن جوزي، تذکرة الخواص: ٢٦١ مخ. طبري تاريخ: ٧/٣٨٣ مخ. بلاغات النساء: ٣٤ مخ. عبدالله شبراوي، الاتحاف بحب الاشراف: ٥٦ مخ. سيد بن طاووس، اللهوف على قتلى الطفوف: ٧٩ مخ. بحار الانوار: ٤٥/١٣٢ مخ.

[248] جرج جرداق، الامام علي، د ميرزا ابو الحسن شعراني ژباړه: ٢٣٤_ ٢٤٧ مخونه.

[249] يعقوبي تاريخ: ٢/٢٤١ مخ. ابن اعثم، الفتوح: ٥/١٠ او ١١ مخونه.

[250]خطيب خوارزمي، مقتل الحسين: ١/١٨٥ مخ.

[251] ابن اعثم کوفي، الفتوح: ٥/٨٩ مخ.

[252] جلال الدين سيوطي، تاريخ الخلفاء: ١٩٣ مخ.

[253]يعقوبي تاريخ: ٢/٢٤٢+ د دمشق تاريخ نچوړ: ٢٨/١٩ مخ.

[254]ابن اعثم، الفتوح: ٥/١٣٥ مخ.

[255]ابن اثير، الکامل فى التاريخ: ٣/٢٩٨ مخ.

[256]سيوطي، تاريخ الخلفا: ٢٠٨ مخ.

[257]تذکرة الخواص: ٢٣٥ مخ.

[258]متصل الحسين: ٢/٥٩ مخ.

[259]ابن کثير، البداية والنهاية: ٨/١٩٧ مخ. ذهبي، سير اعلام النبلاء: ٣/٣٠٩ مخ.

 

[260]ابن اثير، الکامل فى التاريخ: ٤/٥٠. مجمع الزوايد: ٧/٢٥٠. انساب الاشراف: ٤/١٨ مخ. خطيب خورازمي، مستقل الحسين: ٢/٧٧ مخ. يعقوبي تاريخ: ٢/٢٤٨.

[261]ذهبي، شذراات الذهب: ١/٦٩ مخ.

[262] د ابن خلدون مقدمه: ١٨١ مخ.

[263]تاريخ الخلفا: ١٠٧ مخ.

[264]سعد الدين تفتازاني، شرح العقائد النسفية: ٥/٣١١ مخ. ذهبي، شد رات الذهب: ١/٦٧ مخ.

[265] ابن حجر مکي، الصواعق المحرقه: ٢٢٤. جلال الدين سيوطي، تاريخ الخلفا: ٢١١ مخ، د محمود رياض الحلبي له څرګندونو سره.

[266]مسعودي، مروج الذهب: ٣/٧٠ مخ. سبط ابڼ جوزي، تذکرة الخواص: ٢٨٩ مخ. ابن اثير الکامل فى التاريخ: ٣/١١١-١٢١ مخونه. ابن ابى الحديد، د نهج البلاغې شرح: ٣/٢٥٩ مخ. تاريخ دول الاسلام: ٥٧ مخ.

[267]ابن عبري، تاريخ مختصر الدول: ١١٠ مخ. مسعودي، التنبيه والاشراف: ٢٦٢ مخ.

[268] ابى حامد غزالي، احياء العلوم: ٣/١٣٤، د زين الدين العراقي فارسي ژباړه.

[269]ابن تيميه، المنتخب من مدونات التراث: ٧١ مخ.

[270]باقر شريف القرشي، حياة الامام الحسين بن علي، الجز الثاني، ٤٠٣ مخ.

[271] باقر شريف القرشي، حياة الامام الحسين بن علي، الجز الثاني، ٤٠٣ مخ.

[272] طه حسين، الفتنة الکبرى: ٢/٢٦٥ مخ.

[273] القاضى ابوبکر بن عربي، العواصم من القواصم: ٢٣٧-٢٤٦ مخونه.

[274] عبدالحميد صائب، ابن تيميه حياته و عقائده: ٣٨٢ مخ.

[275] ښاغلی درویش درانی

[276] ابن حجر هيثمي مکي، الصواعق المحرقه: ١٣٤ مخ. جلال الدين سيوطي تاريخ الخلفا: ٢١١ مخ، د محمود رياض الحلبي لمنليک.

[277] تاريخ الخلفاء: ١٠٩ مخ.

[278] ابى الغرج الاصفهاني، مقاتل الطالبيين: ١٢٠. د سيد احمد صقر له شرح او څېړنې سره.

[279] طه حسين، علي و فرزندانش: ٢٤٢ مخ، د محمد على شيرازي فارسي ژباړه. تذکرة الخواص: ٢٨٧ – ٢٨٦ مخونه. شذرات الذهب: ١/٦٨ مخ. ابن اثير، الکامل فى التاريخ: ٣/٣٣٧ مخ

[280] (محمد: ٢٢-٢٣ آيتونه)

[281]تذکرة الخواص: ٢٨٦ – ٢٨٧ مخونه. عبدالله بن محمد الشيرازي، الاتحاف بحب الاشراف: ٦٨ مخ. ابن جوزي، تذکرة الخواص: ٩٠ – ٢٨٨ مخونه.

[282]محمد رئوف توکلي، چهار امام اهل سنت: ٣٤ مخ.

[283]سيوطي، تاريخ الخلفا: ٢٣١ مخ.

[284] جاحظ، کتاب الحيوان: ١/٣ مخ، د عبدالسلام هارون څېړنه

[285] جاحظ، رسالة بني اميه: ١-٣ مخونه له الننزاع و التخاصم کتاب سره مل

[286] طبراني، مقتل الحسين بن علي بن ابى طالب، ٣٦ مخ، د محمد شجاع ضيف الله څېړنه.

[287] تېره سرچينه

[288] الاتحاف بحب الاشراف: ٦٥ او ٦٧ مخونه.

[289] تاريخ الخلفا: ١/١٨٣، ١٨٥ او ١٩٩ مخونه.

[290] تاريخ الخلفا: ١/١٨٣، ١٨٥ او ١٩٩ مخونه.

[291] تاريخ الخلفا: ١/١٨٣، ١٨٥ او ١٩٩ مخونه.

[292]شدرات الذهب فى اخبار من ذهب: ١/٦٩ مخ.

[293]ابن عساکر، ريحانة رسول الله الامام الحسين: ٤٤٤ مخ، د محمد باقر المحمودي څېړنه.

[294]ابو الفرج ابن جوزي، الرد على المتعصب العنيد المانع من لعن يزيد: ٦٨، ٦٩ او ٧٠ مخونه، د محمد کاظم محمودي فارسي ژباړه.

[295]ابو الفرج ابن جوزي، الرد على المتعصب العنيد المانع من لعن يزيد: ٦٨، ٦٩ او ٧٠ مخونه، د محمد کاظم محمودي فارسي ژباړه.

[296]محمد بن طلحه دمشقي شافعي، مطالب السؤل فى مناقب آل الرسول: ٤٩-٨١ مخونه، د ماجد احمد العطيه څېړنه.

[297] سبط ابن جزي، تذکرة الخواس: ٢٩٠-٢٩٢ مخونه

[298] سعد الدين تفتازاني، شرح العقائد النسفية: ٥/٣١١ مخ. شذرات الذهب: ١/٦٧ مخ

[299] تېره سرچينه: ٦٤ مخ.

[300] تېره سرچينه: ٦٤ مخ.

[301] ابراهيم بن محمد الجويني، فرائد السمطين: ٢/١٦٦ مخ، د الشيخ محمد باقر المحمودي څېړنه.

[302] روح المعاني تفسير: ٢٦/٧٣ مخ.

[303] حمد الله مستوي،تاريخ ګزيده: ١٩٨ – ٢٠٠ مخونه )د عبدالحسين نوايي څېړنه

[304] ابن صباغ مالکي، الفصول المهمة فى مععرفة الائمة: ٢-٥ او ١٩٥ مخونه

[305] مقدمه ابن خلدون: ٢٥٤ مخ

[306] فضل الله خنجي اصفهاني، وسيل الخادم الى المخدوم در شرح صلوات چهاردهم معصوم: ٢٤، ١٦١، ١٦٤، ١٧٠_ ١٧١ مخونه

[307] فضل الله خنجي اصفهاني، وسيل الخادم الى المخدوم در شرح صلوات چهاردهم معصوم: ٢٤، ١٦١، ١٦٤، ١٧٠_ ١٧١ مخونه

[308] شمس الدين محمد طولون الائمه الاتناعشر: ٧٠ مخ

[309] عبدالواسع نظامي باخرزي، مقامات جامي: ١٤٨ مخ

[310] (( ينابيع المودة: درېیم ټوک، ۷ مخ))

[311] عبدالرحمن جامي، مثنوي هفت رنګ، د مرتضى ګيلاني په زيار، ١٨٧ مخ. عبدالرحمن نظامي با خرزي، مقامات جامي، د مايل نجيب هروي سمونه، ١٦٦، ١٧٥-١٨٠ مخونه

[312] د حکيم سنايي ديوان.

[313] . تاریخ الخلفاء. لومړی ټوک، ۱۰ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست