د اولیاوو سرحلقه سر حلقه د اولیاوو هغه شمېره چې شیطان یې بند کړی په قفس دی په قرآن مجید کې د اهلبیتو مقام د تطهير آيت د رسول اکرم،علي،فاطمې،حسن او حسين په اړه راغلى دى ( صحيح مسلم د فضايل الصحابه کتاب : د فضايل اهل البيت باب ) په خپل سند […]
سر حلقه د اولیاوو هغه شمېره
چې شیطان یې بند کړی په قفس دی
په قرآن مجید کې د اهلبیتو مقام
د تطهير آيت د رسول اکرم،علي،فاطمې،حسن او حسين په اړه راغلى دى
( صحيح مسلم د فضايل الصحابه کتاب : د فضايل اهل البيت باب ) په خپل سند له صفيه بنت شيبه نه روايت کړى،چې و يې ويل : يو سهار د خداى استازي تور خال څادر پر اوږه اچولې ، په کور کې ناست و، چې حسن او ورپسې حسين او ورپسې فاطمه او په پاى کې علي هم راغى او رسول اکرم (ص) تر څادر لاندې ځاى کړل او دا آيت يې ووايه : ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا= بېشكه خداى غواړي چې له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.)
دا روايت حاکم؛مستدرک الصحيحين :3ټوک ،147 مخ هم راوړى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند وګاڼه،چې مسلم او بخاري يې د يو سم حديث لپاره غواړي .
بيهقي؛ سنن :2ټوک ،149 مخ او ابن جرير د خپل تفسير د 22 ټوک په 5 مخ کې او سيوطي هم په درالمنثور کې د تطهير تر آيت لاندې راوړى ( او د وينا له مخې یې ) ابن ابي شيبه او ابن ابي حاتم هم دا روايت نقل کړى او زمخشري هم دا روايت د مباهلې په آيت کې راوړى او فخر رازي يې په اړه ويلي : پوه شه، چې دا هغه روايت دى، چې پر سموالي يې د تفسيرونو او حديثونو د کتابونو خاوندان يوه خوله دي .
( صحيح ترمذي :2ټوک :209 او 308 مخونه ) پورتني روايت ته ورته روايت راوړى او ويلي يې دي : له ام سلمه ، معقل بن يسار ،ابي الحمراء او انس نه نور روايتونه هم نقل شوي دي .
طحاوي؛مشکل الاثار: لومړى ټوک ،335 مخ او ابن اثير جرزي ؛ اسدالغابه : 2ټوک،12 مخ او ابن جرير طبري؛ د خپل تفسير د 22 ټوک په 6 او 7 مخ کې ويلي : ام سلمه د هغوى لپاره حريره ( فېرني) پخه کړه ؛ ویې خوړه بيا ويده شول او رسول اکرم (ص) پرې څادر واچو .
( صحيح ترمذي :2ټوک:319 مخ )پر خپل سند له شهر بن حوشب څخه همدا مضمون نقل کړى او ويلي يې دي، چې دا حديث په دې اړه تر ټولو غوره حديث دى او په دې اړه له عمرو بن ابي سلمه ،انس بن مالک ،ابي الحمراء،معقل بن يسار او عايشې بي بي روايتونه نقل شوي دي .
ابن جرير طبري ددې روايت تر نقلولو وروسته ويلي، چې دا څادر او يا چپنه وه .
احمد بن حنبل ؛مسند :6ټوک ،306 مخ ، ابن اثير جرزي ؛اسدالغابه ٤ټوک، 29 مخ ، محب طبري ؛ذخاير :21 مخ او ابن حجر عسقلاني ؛ تهذيب التهذيب ،2ټوک،297 مخ هم دا روايت په لږ اختلاف نقل کړى او حريره هغه خواړه ول، چې له شيدو او اوړو جوړېدل .
(صحيح ترمذي :2ټوک:29 مخ )په خپل سند له انس بن مالک څخه نقل کړي،چې ويې ويل : د شپږ مياشتو لپاره دا کار رسول اکرم خپل دود کړى و،چې جومات تله ؛نو د فاطمې د کور د ور له مخې به تېرېده او ويل يې : (لمونځ اى زما اهلبيتو ! ) (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا) او په دې اړه له ابي الحمراء، معقل يسار او ام سلمه روايتونه نقل شوي دي .
او همدا روايت ابن جرير طبري ؛ تفسير :22 ټوک،5 مخ او حاکم؛ مستدرک: 3ټوک ،158 مخ کې هم راوړى دى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلى،چې مسلم د يو روايت د سموالي لپاره ښوولي دي او احمد حنبل؛ مسند : 3ټوک ،252 مخ او ابن اثير جرزي ؛اسدالغابه ٥ټوک،521 مخ او متقي؛کنزالعمال :7ټوک ،103 مخ له ابن ابي شيبه نه او سيوطي په درالمنثورکې د تطهير تر آيت لاندې راوړى او ويلي يې دي : ابن منذر ،ابن مردويه او طبراني يې نقلونکي دي.
سيوطي په درالمنثور کې د طه د سورت په ((وامر اهلک بالصلوة)) آيت کې له ابن مردويه،ابن عساکر ،ابن نجار ،ابي سعيد خدري روايت کړى او ويلي يې دي : چې دا آيت راغى؛نو پېغمبر اکرم (ص) د اتو مياشتو لپاره د علي(ک) د کور مخ ته راته. ويل يې : ( لمونځ ! خداى دې درباندې ولورېږي؛انما يريد الله ) الخ.
( ابن جرير طبري؛تفسير : 22 ټوک ،7 مخ ) پر خپل سند له حکيم بن سعد څخه روايت کړى،ويلي يې دي : له ام سلمه سره د علي (ک) خبره رامنځ ته شوه، چې و يې ويل : د ( انما يريد الله ) الخ، آيت د علي په باب نازل شوى دى (او د حديث تر پايه).
(مستدرک :2ټوک ،416 مخ) په خپل سند له ام سلمه روايت کړى،چې ويلي يې دي :د (( انما يرېد الله )) الخ ، آيت زما په کور کې نازل شو او بيا يې د را نازلېدو کيسه کړې او د مستدرک خاوند وايي: دا حديث ټول هغه شرايط لري، چې بخاري يې د حديث د سموالي لپاره غواړي او همدا روايت يې د نهم ټوک په 147 مخ کې راوړى دى او بيهقي؛سنن :2ټوک ،150 مخ ، طحاوي ؛مشکل الاثار:لومړي ټوک،344 مخ ، خطيب بغدادي ؛ د بغداد تاريخ: 9ټوک ،126 مخ ، ابن جرير طبري ؛تفسير:22 ټوک ،7 مخ ،ابن اثير؛ اسدالغابه : 5ټوک ،521 او 589 مخونه او محب طبري ؛ذخاير :23 مخ کې نقل کړى دى ؛چې البته محب طبري يې تر نقلولو وروسته ويلي دي : ابوالخير قزويني هغه را وړى دى .
( مستدر ک الصحيحين :3 ټوک ،147 مخ ) پر خپل سند له عبدالله بن جعفر بن ابيطالب څخه دې مضمون ته نږدې يو بل روايت نقل کړى او تر نقلولو وروسته يې ويلي دي : سند يې سم دى .
سيوطي؛در المنثور :5ټوک، 198 او 199 مخونه ) د همدې آيت تر تفسير لاندې ليکي : ابن مردويه له ام سلمه (رض) روايت کړى،چې ويې ويل :دا آيت په داسې حال زما په کور کې نازل شو،چې اووه کسان مې په کور کې ول : 1_ جبراييل 2_ميکائيل 3_علي 4_ فاطمه 5_حسن 6_ حسين 7_ او په خپله ،چې ولاړه ومه ،ومې ويل : رسول الله ! زه له اهلبيتو ځنې نه يم ؟ و يې ويل : ته پر خير يې او د رسول الله مېرمن يې.
سيوطي دې روايت ته ورته يو بل روايت له ابن مردويه او خطيب له ابي سعيده نقل کړى او وايي : ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى ) او ابن جرير او ابن منذر او حاکم ( هغه هم دا سم ګڼلى ) او ابن مردويه او بيهقي په خپلو سندونو له څو لارو له ام سلمه روايت کړى دى.
بيا وايي : ابن جرير ،ابن ابي حاتم ،طبراني او ابي سعيد روايت کړی، چې ويې ويل : پېغمبر اکرم(ص) ويلي دي : دا آيت زما،علي ،فاطمه ،حسن او حسين په باب نازل شوى دى.
بيا وايي : ابن ابي شيبه ،احمدبن جرير،ابن منذر،ابن ابي حاتم ، طبراني، حاکم (دا حديث یې سم ګڼلى) او بيهقي په خپل سنن کې له واثله بن اسقع نه روايت کړى،چې و يې ويل : (د حديث تر پايه).
بيا وايي : حکيم ترمذي،طبراني،ابن مردويه ،ابونعيم او بيهقي په دلائل کې ټولو له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې ويې ويل : رسول اکرم (ص) وويل : خداى مخلوقات دوې ډولې کړل او زه يې غوره ډول کړم. تردې،چې وايي : بيا يې ټبرونه هم پر کورنو واېشل او زه يې له غوره کورنۍ کړم ؛ هغه کورنۍ،چې په اړه يې وويل شول : (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا) ؛نو موږ اهلبيت له ګناه پاک يو.
او همداراز وايي : ابن جرير،ابن ابي حاتم له قتاده نه روايت کړى،چې د پورتني آيت په تفسير کې يې وويل : ((دا هغه اهلبيت دي،چې خداى له هر ډول بدۍ پاک کړي او خپله لورنه يې ورته ځانګړې کړې)) او دا حديث ضحاک بن مزاحم راوړى،چې تل به رسول اکرم (ص) ويل : (( موږ هغه اهلبيت يو،چې خداى پاک کړي يو، د نبوت له شجرې او د رسالت له دريځه يو او د پرښتو د تلو راتلو ځاى،د رحمت کور او د علم کان يو.))
او هم وايي : ابن مردويه له ابي سعيد خدري (رض) روايت کړي،چې علي د فاطمې بي بي مېړه شو؛نو پېغمبر اکرم (ص) يې څلوېښت ورځې د کور وره ته راته ،ويل يې : ((زما اهلبيتو! سلام، لورنه او برکت دې پر تاسې وي، د خداى لپاره لمونځ مو رحمت شه ؛(انمايريد الله ) الخ زه له هغوى سره په جګړه کې يم،چې درسره په جګړه کې دي او د هغوى دښمن يم،چې ستاسې دښمن دى او له هغوى سره په سوله او دوستۍ کې يم، چې درسره په سوله او دوستۍ کې وي .))
دې روايت ته ورته يو بل روايت له ابن جرير،ابن مردويه ،ابي الحراء او حضرت ابن عباس څخه نقل شوى دى .
( امام احمد حنبل؛مسند:لومړي ټوک،330 مخ ) په خپل سند له عمرو بن ميمون نه روايت کړى،چې و يې ويل : زه له حضرت ابن عباس سره وم،چې نهه کسان ورته راغلل او ويې ويل : يا دا ځاى راته پرېږده او يا هم ګوښي ځاى ته راسره ولاړ شه؛نو حضرت ابن عباس ورته وويل : درسره ځم . راوي وايي : تر هغه ورځې حضرت ابن عباس روغ و او لا ړونډ شوى نه و او ورسره يو کونج ته ولاړ او ورسره پر خبرو شو؛خو پوه نشوم،چې څه يې وويل، چې ناڅاپه حضرت ابن عباس زموږ پر لوري را روان و او جامې يې څنډلې او ويل يې : هېښنده ده،چې هغه سړی کنځی،چې لس ځانګړنې لري :
1_ د خداى استازي يې په اړه وويل : سبا به يو داسې کس جګړې ته ولېږم،چې خداى به يې تر ابده نه خواروي ؛خداى او استازى يې پرې ګران دى ؛ نو پر هغه ورځ ډېر پر تمه ول،چې غږ به ورته وکړي؛خو رسول اکرم (ص) وپوښتل : علي چېرې دى؟ ورته وويل شول : مېچنه کوي.رسول اکرم (ص) وويل : ولې په تاسې کې کوم يو دا کار و نه کړ ؟ بيا علي راغى او سترګې يې داسې خوږېدې،چې هېڅ ځاى ورته نه ښکارېده او بيا رسول اکرم (ص) ورته سترګې دم کړې او د جګړې بېرغ یې درې وارې ورپاوه او علي ته یې ورکړ؛علي هم د کلا پر لور ولاړ؛ کلا يې سوبه کړه او صفيه د حى لور يې اسيره راوسته .
2_پلانى يې د مکې پر لور ولېږه،چې د توبې سورت د مکې خلکو ته ووايي او بيا يې علي ورپسې ولېږه، چې سورت ترې واخلي او د لېږلو پر مهال، رسول اکرم (ص) ورته وويل : دا سورت يوازې هغه کس بايد يوسي، چې له ما څخه او زه له هغه څخه ووسم.
3_ رسول اکرم (ص) خپلو تربورانو ته وويل : په تاسې کې کوم يو چمتو دى، چې په دنيا او آخرت کې راسره موالات وکړي ؟ علي يوازېنى کس و، چې و يې ويل : رسول الله ! زه به په دنيا او اخر ت کې درسره موالات کوم . رسول اکرم (ص) وويل : ته په دنيا او اخرت کې زما ولي يې او دا خبره يې دوه وارې وکړه .
4_او هغه په نارينه وو کې ړومبى و،چې اسلام يې راووړ.
5_د خداى استازي پر علي،فاطمه ،حسن او حسين څادر واچاوه او ويې ويل 🙁 إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا).
6_ علي و، چې ځان يې پر خداى وپلوره او او د خداى د استازي په بستره کې څملاست؛چې حضرت ابوبکر راغى ګومان يې وکړ، چې پېغمبر اکرم دى؛نو غږ يې کړ : رسول الله ! علي ورته وويل : د خداى استازى د ميمون د څاه پر لور ووت،ژر ولاړ شه او ځان ورورساوه او بيا حضرت ابوبکر روان شو او ځان يې رسول اکرم (ص) ته ورساوه.
7_ علي به د رسول اکرم (ص) په څېر تيږه اچوله .
8_ پېغمبر اکرم (ص)،چې د تبو ک د جګړې لپاره وته ؛نو علي ورته وويل : اجازه راکوئ،چې زه هم درسره ولاړ شم؟ رسول اکرم(ص) ورته وويل : نه ! علي وژړل، د خداى استازي ورته وويل : ته تر ما وروسته د هر مؤمن ولي يې .
9_ رسول اکرم (ص) حکم وکړ،چې بې د علي د کور له وره نور ټول ورونه وتړئ او علي د رسول اکرم(ص) په څېر کړاى شول،چې په جنابت کې جومات ته راشي؛ځکه لار يې پر جومات وه او بې له هغې يې بله لار نه درلوده .
10_ علي هغه دى،چې رسول اکرم(ص) يې په اړه وويل : د چا چې زه ولي يم؛نو علي يې هم ولي دى.
دا روايت : نسائي ؛خصايص:8 مخ او محب طبري؛رياض النضره ،2ټوک،203 مخ کې راوړى او د ( موافقات) په کتاب کې يې احمد ، حافظ ابوالقاسم دمشقي ته نسبت ورکړى او په ( اربعين الطوال ) کې يې د هغه روايت يوه برخه نسائي ته نسبت ورکړې او هيثمي؛مجمع :9ټوک،119 مخ هم راوړى دى او هغه يې احمد او طبراني ته په ( کبير او اوسط ) کې نسبت ورکړى دى .
( احمد حنبل؛مسند:4ټوک،107 مخ ) پر خپل سند له شداد بن ابي عمار له واثله بن اسقع نه د تطهير د آيت دشان نزول په اړه يو روايت نقل کړى؛خو داچې مضمون يې د تېرو روايتونو په څېر و؛نو را مو نه وړ. ابن جرير هم په خپل تفسير 22 ټوک په 6 مخ کې او حاکم؛مستدرک:2ټوک،416 مخ او همداراز په 3ټوک ،147 مخ کې هم راوړى او هغه يې د صحيحو حديثونو د شرايطو درلودونکی ګڼلى دى .
بيهقي هم دا حديث په خپلو سننو کې له دوو لارو د دويم ټوک په 152 مخ کې او طحاوي؛مشکل الاثار : لومړى ټوک، 336 مخ او متقي؛کنزالعمال :7ټوک، 92 له ابي شيبه او ابن عساکر څخه نقل کړى او هيثمي هم په خپله مجمع کې د نهم ټوک په 167 مخ کې او هغه يې احمد او ابويعلي ته نسبت ورکړى او په 147 مخ کې يې په بل عبارت راوړى او طبراني ته يې نسبت ورکړى دى .
(امام احمدحنبل؛مسند:6ټوک،292 مخ )په خپل سند له حضرت ام سلمه بي بي روايت کړى،چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم (ص) زما په کور کې و، چې فاطمې په يو ډبرین ديګ کې فیرني راوړه،فاطمه مې خپلې کوټې ته بوتله،رسول اکرم(ص) فاطمې ته وويل : ولاړه شه او مېړه او زامن دې هم راوله .ام سلمه وايي : علي ،حسن او حسين راغلل او فیرني يې وخوړه،د خداى استازى په دې وخت کې پر خيبري څادر ناست و او ما هم په کوټه کې لمونځ کاوه؛نو خداى د تطهير آيت را نازل کړ او بيا رسول اکرم(ص) د څادر ډېره برخه پرې واچوله،چې ټول يې پټ کړل او خپل لاس یې پورته کړ او ويې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي. خدايه ! له هر ډول چټلۍ يې پاک کړه او هاغسې،چې په خپله پوهېږې پاک يې کړه؛نو په دې وخت کې ما هم سر له کوټې رابهر کړ او ومې ويل : زه هم درسره يم. رسول اکرم(ص) وويل :ته پر خېر يې.
دا روايت : واحدي ؛ اسباب النزول:267 مخ او طحاوي؛مشکل الاثار: لومړى ټوک ،332 او 334 مخونو کې له دوو لارو او محب طبري؛ذخاير:23 مخ رواړي او د ذخاير د روايت په پاى کې دا زياتوالى راغلى دى : زه به له هغوى سره په دښمنۍ کې يم،چې له دوى سره په دښمنۍ کې وي او له هغوى سره به په دوستۍ کې يم،چې زما له اهلبيتو سره په دوستۍ کې وي او بيا وايي : دا حديث قبايي په معجم کې او سيوطي د درالمنثور په کتاب کې د تطهير تر آيت لاندې راوړى او ويلي يې دي : دا حديث ابن جرير ،ابن منذر، ابن ابي حاتم ،طبراني او ابن مردويه له حضرت ام سلمه روايت کړى دى .
(امام احمد حنبل؛مسند:6ټوک،292 مخ ) په خپل سند له شهر بن حوشب څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : چې ام سلمه بي بي ته د حسين بن علي د وژنې خبر راغى، ويې ويل : د عراق خلک ملعون شوي؛حسين بن علي يې وژلى دى؛خداى دې هغوى ووژني، چې ورسره وجنګېدل او ویې واژه،ما په خپله وليدل،چې يوه ورځ فاطمې په يوه ډبرین ديګي کې فیرني راوړه او په پتنوس کې تر اچولو وروسته يې د رسول اکرم (ص) مخې ته کېښووه، رسول اکرم(ص) فاطمه وپوښتله: د تره زوى دې چېرته دى؟ ويې ويل : په کور کې دى.رسول اکرم (ص) ورته وويل : ولاړه شه او ورته ووايه،چې راشه او زامن دې هم له ځان سره راوله.ام سلمه وايي : فاطمه راغله او دواړه زامن يې له لاسه نيولي ول او علي هم ورپسې را روان و؛نو رسول اکرم(ص) دواړه ماشومان په غېږ کې واخستل او علي يې ښې خوا ته او فاطمه يې کيڼې خوا ته کېنوله او پېغمبراکرم(ص) په خيبري څادر کې راټول کړل او په کیڼ لاس يې د څادر دواړه پيسکې ونيوې او ښې لاس يې اسمان ته پورته کړ او ويې ويل :خدايه ! چټلي ترې لرې کړه او هماغسې،چې پخپله پوهېږې،دوى سپېڅلي کړه . خدايه ! دا زما اهلبيت دي، پليدي ترې لرې کړه او هماغسې،چې پخپله پوهېږې، سپېڅلي يې کړه.ما په دې وخت کې وويل : آيا زه ستا اهل نه يم ؟ و يې ويل : ته هم راننوځه او زه هغه مهال تر څادر لاندې شوم، چې د اهلبيتو په اړه يې دعا پاى ته ورسېده .
دا روايت : ابن جرير، طبري؛تفسير طبري :22 ټوک،6 مخ، طحاوي؛ مشکل الاثار:لومړى ټوک،335 مخ او محب طبري؛ ذخاير:22 مخ هم نقل کړى دى .
(خصايص نسائي : 4 مخ ) په خپل سند له عامر بن سعد بن ابي وقاص څخه روايت کړى،چې ويې ويل : حضرت معاويه بن ابوسفيان مې پلار ته امر وکړ،چې علي وکنځه. سعد (رض) ورته وويل : چې په باب یې د رسول اکرم (ص) درې جملې رايادې شي؛نو کله به یې هم و نه کنځم او که هغه يوه يې هم زما په اړه وه ؛نو پر ځمکه به راته تر ټولو ګران بيه څيزونو غوره وه : 1_ په يو جګړه کې رسول اکرم(ص) علي ته ګډون نه و ورکړى؛نو علي ګيله وکړه: رسول الله ! د جهاد له ثوابه مې بې برخې کوې او له ښځو او ماشومانو سره مې پرېږدې،پېغمبراکرم(ص) ورته وويل : ((خوښ نه يې،چې داسې راته يې؛ لکه هارون،چې مو سى ته و؛خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته څه نبوت نشته . ))
دويم داچې رسول اکرم(ص) د خيبر پر ورځ دهغه په اړه وويل :سبا به د جګړې بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛نو چې سبا شو؛نو ټولو غږ نيولى و،چې پېغمبر اکرم (ص) به پرې غږ کوي؛خو رسول اکرم (ص) پر علي غږ وکړ او چې علي يې ورته راوست؛سترګې يې خوږېدې،رسول اکرم (ص) خپلې توکاڼې ورته په سترګو وموږلې او د جګړې بېرغ یې ورکړ .
درېم دا چې د ( انما يريد الله ) الخ آيت نازل شو؛نو رسول اکرم (ص) علي،فاطمه ،حسن او حسين را وغوښتل او يې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي .
( د بغداد تاريخ :10 ټوک:278 مخ ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري د تېرو راويتونو په څېر روايت راوړى او ابن جرير طبري؛ تفسير :22 ټوک،7 مخ هغه له حضرت ام سلمه او په 5 مخ کې له حضرت ابي سعيد خدري او محب طبري؛ذخاير :24 مخ کې راوړى او هغه يې امام احمد او په مناقب کې يې طبراني ته نسبت ورکړى دى او هيثمي ؛ مجمع :9ټوک،167 مخ کې راوړى او هغه يې بزار ته نسبت ورکړى او علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په 590 مخ کې نقل کړى دى .
( رياض النضره:2ټوک،188 مخ ) وايي : د تطهير آيت،چې راغى؛نو رسول اکرم (ص) علي،فاطمه ،حسن او حسين د ام سلمه بي بي کور ته راوغوښتل ( د حديث تر پايه ) او په پاى کې يې قلعي ته هم نسبت ورکړى دى .
( استيعاب :2ټوک :598 مخ ) له ابي الحمراء روايت کړى دى،چې ويلي يې دي : زه يوه مياشت په مدينه کې وم او هر سهار به مې ليدل، چې پېغمبراکرم (ص) د فاطمې بي بي د کور مخې ته راځي او وايي : ( لمونځ! لمونځ ! إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا).
دا روايت :ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه:5ټوک ،66 او 174 مخ هم نقل کړى دى .
( د ابن جرير طبري تفسير؛22ټوک:6 مخ ) له ابي الحمراء يو بل روايت نقل کړى،چې و يې ويل : اوه مياشتې په مدينه کې وم .
ابي داود طيالسي؛8ټوک ،274 مخ له حضرت انس بن مالک څخه يو بل روايت نقل کړى،چى د رسول اکرم(ص) ددې عمل موده يې يوه مياشت ښوولې ده .
(کنزالعمال؛7ټوک،97 مخ ) له واثله پر همدې مضمون روايت نقل کړى دى . اسدالغابه هم د دويم ټوک په 20 مخ کې له اوزاعي له شداد بن عبدالله له واثله بن اسقع نه همدې روايت ته ورته روايت نقل کړى دى او په وروستیو کې يې راغلي : ما واثله ته وويل : له رجسه مراد څه دى ؟ و يې ويل : پر خداى شک او د درېم ټوک په 413 مخ کې د عطيه په ژباړه کې ( چې اسماعيل په اصحابانو کې شمېرلى ) او له عمير ابي عرفچه له عطيه هغه روايت ته ورته يو روايت راوړى،چې دا روايت ابن حجر؛اصابه :4ټوک ،247 مخ هم راړى دى .
(مشکل الاثار : لومړى ټوک،332 مخ ) په خپل سند له ام سلمه بي بي او په 333 مخ کې هم له ام سلمه بي بي او په 332 مخ کې له عامر بن سعد له پلار يې او 336 مخ کې په خپل سند له عمرة الهمدانيه په دې اړه روايت نقل کړى،چې په وروستي کې راغلي،چې عمرة وويل :ام سلمه بي بي ته مې وويل : ام المؤمنين ! ددې سړي په اړه راته څه ووايه ، چې په موږ کې و او ووژل شو او ځينې ورسره دښمنان ول او ځينې ورسره دوستان وو. ام سلمه بي بي وويل : ستا بدې راځي او که ښه دې راځئ؟ ورته مې وويل : نه مې ښه راځي او نه مې بدې راځي._ د مشکل الاثار په کتاب کې يو څه نه دي چاپ شوي او له دې ځايه پيلېږي_ خداى د ( انما يريد الله ) آيت را نازل کړ، حال داچې په کور کې بې له جبراييل ، د خداى له استازي ،علي ،فاطمې،حسن او حسين بل څوک نه وو؛نو ما وويل : رسول الله ! زه هم له اهلبيتو ځنې يم ؟ راته يې وويل : ته له خداى سره خپل ثواب لرې.پر خداى ډېر مې زړه غوښتل،چې پېغمبر اکرم (ص) راته ووايي، ته هم له اهلبيتو ځنې يې او که را ته يې ويلي واى؛ نو تر ټولو هغه څيزونو به را ته ښه واى،چې لمر پرې لګي.
مشکل الاثار : 338 مخ هم له ابي الحمراء په همدې اړه يو روايت راوړى دى .
(هيثمي؛ مجمع :9ټوک ،169 مخ ) له حضرت ابي سعيد خدري روايت نقل کړى،چې ويلي يې دي :علي ته د فاطمې تر ودولو وروسته، رسول اکرم به څلوېښت ورځې دهغوی وره مخې ته ورتله او ويل يې : ( السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛انما يريد الله …) الخ او دا روايت يې د طبراني د اوسط کتاب ته هم نسبت ورکړى دى او د6ټوک په په 121 مخ کې يې له ابي الحمراء روايت نقل کړى،چې د خداى استازي دا کار 6 مياشتې وکړ او د 9 ټوک په 169 مخ کې يې له ابي برزه روايت نقل کړى،چې رسول اکرم(ص) دا کار 7 مياشتې وکړ او د لومړي ټوک په 206 مخ کې يې له حضرت انس بن مالک څخه روايت راوړى،چى ويلي يې دي : حضرت عمر بن الخطاب،حضرت ابوبکر ته ورغى او ورته يې وويل : ولې پر فاطمه مارکه نه کوې؟ حضرت ابوبکر وويل : پېغمبر اکرم خپله لور نه راکوي او بيا حديث ته ادامه ورکوي،چې دې ځاى ته رارسي، چې علي له فاطمې سره واده وکړ او په پاى کې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : ام ايمن ! يوه لوټه اوبه راوړه؛ اوبه يې ورته راوړې او رسول اکرم (ص) هم ترې يو څه وڅښلې او بيا يې فاطمې ته ورکړې،چې ويې څښي،بيا يې ترې اوبه واخستى او د فاطمې پر تندي،د وليو منځ او سينه یې واچولې او بيا يې اوبه علي ته ورکړې او ورته يې وويل : وڅښه! او بيا يې د علي پر تندى ،د وليو منځ او سينه ورواچولې او و يې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي، چټلي ترې لرې کړه او هاغسې،چې په خپله پوهېږې،پاک يې کړه .
او د نهم ټوک په 207 مخ کې يې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي: خلکو د خداى پر استازي د فاطمې مارکه کوله؛خو رسول اکرم (ص) نه ورکوله،چې حضرت سعد بن معاذ له علي سره وکتل او همداراز خپله کيسه کوي، چې وايي : د خداى استازي وويل : اسماء ! په يو لوښي کې اوبه راوړه ! اسماء راوړې او بيا رسول اکرم (ص) هغه پر خپل مخ او پښو و موږلې او بيا يې فاطمه راوغوښته او اوبه يې ورته پر سر او سينه وشيندلې او بيا يې راخستى او پر خپل ځان او فاطمې يې پخنک کولې او ويې وويل : هغه له ما او زه له هغه ځنې يم؛نو خدايه ؛لکه څنګه چې دې زه له چټلۍ پاک کړم، لور مې او مېړه يې هم له پليدۍ پاک کړې او هغسې،چې ته پوهېږې، سپېڅلى يې کړې او بيا يې د اوبو يو بل لوښى راوغوښت او هماغه کار يې له علي سره هم وکړ او هماغه دعا يې ورته وکړه او تر دې وروسته يې دواړو ته وويل : پاڅئ او خپل کور ته ولاړ شئ ؛ خداى مو وبښه او خداى مو زړونه ولګوه او خداى مو نيتونه صالح کړه. ( او د حديث تر پايه)
او د نهم ټوک په 146 مخ کې وايي : له ابي الطفيل نه روايت شوى،چې ويلي يې دي :حسن بن علي راته وينا کوله ؛ د خداى تر حمد او ثنا وروسته يې وويل : زه د بشير او د نذير زوى يم ،زه د رسول اکرم زوى يم،زه د خداى پر لور د رابلونکي زوى يم،زه د بلې ډيوې زوي يم، زه د هغه چا زوى يم،چې خداى د عالميانو لپاره رحمت رالېږلى دى،زه له اهلبيتو ځنې يم،چې خداى چټلي ترې لرې کړې او هغوى خداى هغسې،چې په خپله پوهېده،تطهېر کړي دي ( د حديث تر پايه) او بيا يې حديث د طبراني کبير او اوسط کتابو او بوعلي او بزاز ته نسبت ورکړى دى .
او د نهم ټوک په 172 مخ کې وايي : له ابي جميله نه روايت شوى،چې د علي (ک) تر وژل کېدو وروسته حسن بن علي ځايناستى وټاکل شو،يو د لمانځه پر مهال له خپل ځايه راپاڅېد او هغه يې پر پنډۍ په چاړه وواهه؛ حسن د څو ورځو لپاره رنځور شو او تر رغېدو وروسته يې پر منبر وويل : د عراق خلکو ! زموږ په اړه له خدايه ووېرېږئ ؛موږ هم ستاسې اميران يو او هم مېلمانه او موږ هغه اهلبيت يو، چې خداى يې په اړه په قرآن کې ويلي دي : ( انما يريد الله ) پر هغه ورځ يې دومره خبرې وکړې،چې په جومات کې داسې څوک نه وو پاتې،چې ویې نه ژړل او بيا وايي : طبراني هم دا حديث راوړى او رجال يې ټول ډاډمن دي .
(مستدرک الصحيحين :3ټوک،172 مخ ) په خپل سند له علي بن الحسين نه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حسن بن علي د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته خلکو ته وينا وکړه او د خداى تر حمد او ثنا وروسته يې وويل : خلکو څوک چې موږ پېژني؛نو پېژني مو اوکه څوک مو نه پېژني؛نو زه حسن بن علي د رسول اکرم زوى يم؛زه يې د وصي زوى يم ، زه د بشير زوى يم،زه د نذير زوى يم ،زه د خداى پر لور د رابلونکي زوى يم،زه د بلې ډيوې زوى يم،زه له هغو اهلبيتو ځنې يم،چې جبراييل به ورته راتله او له کوره به يې اسمان ته الوت ،زه له هغو اهلبيتو ځنې يم، چې خداى له هر ډوله پليدۍ پاک کړي وو او هغسې،چې پخپله پوهېده، سوتره کړي يې ول.
(تفسير ابن جرير طبري :22 ټوک،7 مخ )په خپل سند له ابي الديلم نه روايت کړى،چې ويلي يې دي : علي بن الحسين يو شامي ته وويل : د احزاب په سورت کې دې نه دي ويلي : (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ) شامي وويل : مګر تاسې اهل البيت ياست ؟ ورته يې وويل :هو موږ اهل البيت يو .
شننه
پر ( ۱۹٩٦ز) د اردن په هېواد کې د”عبدالحميد شومان ” په فرهنګي مؤسسه کې د دیني عالم او مفسر شیخ جعفر سبحاني د وينا پښتو ژباړه را اخلو:
(( … إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا [1]= بېشكه خداى غواړي چې له تاسې”اهل البيت = نبوي كورنۍ” پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي. )) په دې آيت کې ځينې مفردات نغښتي،چې پرې پوهېدنه موږ پر سمو پايلو لاسبري کوي اوهغه دا،چې:
الف ) ايا په آيت کې “اراده” تکويني ده که تشريعي ؟
ب) له “رجس ” نه مطلب څه دى؟
ج) اهل بيت څوک دي ؟
د) دا آيت څنګه شاهد دى،چې ګني اهل بيت له ګناهونو معصوم دي؟
(الف ) : په آيت کې اراده تکويني ده نه تشريعي،د څېړونکيو په اصطلاح اراده په دوه ډوله ده: تکويني او تشريعي.
که د مريد اراده له خپل فعل سره اړه اوتعلق ونيسي؛نو ورته تکويني اراده وايي،لکه چې د انسان په پيدايښت کې، د خداى تعالى ارادې تعلق نيولى او يا په نړۍ کې پېښې،چې دغسې ارادې ان په انسان کې (په دې شرط،چې نفساني شوق له ارادې او ټينګو غوښتنو بېل کړو او چېرې،چې د ځينو نيمګړتياوو له مخې مراد نه تطبيقېږي؛نو يا به شوق د ارادې پړاو ته نه وي رسېدلي او يا به د ارادې د اغيزي پر وړاندې خنډونه وي ) له مراده نه بېلېږي؛خو ،چې خنډ يې مخې ته را نشي.
خداى تعالى له مراد نه د خپلې ارادې نه بېلیدل داسې ستايي:
((إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ [2]= د هغه كار دغسې دى، كه كله يو څيز وغواړي(؛نو)يوازې ورته وايي،چې: ((شه!))؛نو (بس) شي.((
او که (په ظاهره) د انسان اراده د بل له فعل سره اړه او تعلق ونيسي او له بله وغواړي ،چې په پوره ازادۍ يو کار کړاى شي،نو دې ته تشريعي اراده وايي؛ځکه شونې ده،چې د فرمان مخاطب يې ومني او اطاعت يې وکړي او ډېر ځله د مکلف انسان د سرغړاوي له امله مراد تحقق نه مومي او حکم ته غاړه نه کېږدي او څه،چې په پام کې دي شته نشي او د اطاعت او مخالفت په دواړو بڼو کې الهى مشيت قانوني اړخ لري او د الهى غوښتنې تحقق د مکلف سړي په ارادې پورې اړه لري. اتفاقاً خداى تعالى په قانوني توګه له ټولو بنده ګانو جسمي او مانیزه – معنوي سپېڅتيا او پاکي غوښتې:( … وَلَكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ[3]… او بلکې غواړي ،چې تاسې سپېڅلي کړي)؛خو ډېر ځل تطبيقېږي او احياناً نه .
اوس،چې د دواړو ارادو پر واقعيت پوه شو؛نو دلته راځو ،چې په “تطير آيت ” کې کوم ډول اراده ده؟
بايد ووايم داهل بيتو په سپېڅلتيا،چې الهى ارادې تعلق او اړه نيولى د څو لاندې دلايلو له مخې تشريعى اراده نه ده؛ځکه :
۱ـ تطهير او سپېڅلتيا په تشريعي او قانوني بڼه يوازې د پېغمبر په اهل بيتو پورې اړه نه لري؛ بلکې خداى تعالى له ټولو غوښتي ،چې پاک او سپېڅلي وسي (… وَلَكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ[4]… او بلکې غواړي،چې تاسې پاک او سپېڅلي کړي او خپل نعمت پرتاسې تمام کړي.))
حال دا چې په دې آيت کې اراده په ځانګړي ډول په اهل بيتو پورې اړه لري .
۲ـ اراده په تکويني توګه ده او د “انما” له لفظ (چې ځانګړنې دليل دى) سره مل ده،چې په پايله کې يوازې په “نبوي کورنۍ” پورې اړه نيسي نه په نورو پورې.
۳ـ که اهل بيت او نور په يوه ليکه کې واى؛نو له “عنکم اهل البيت” (چې د ځانکړنې بيا نوونکی دی) څخه به يې کار نه اخسته.
په آيت کې د “اهل البيت ” اصطلاح د “معاشر الانبياء” د مشهور حديث ((نحن معاشر الانبياً لانورث درهما ولا دينار)) په څېر ده،چې دواړه اصطلاح ګانې ځانته ځانګړتياوې لري .
دا ټول په دې ګواه دي،چې الله تعالى د يوې عمومي ارادې د بيان په لټه کې نه دی او که موږ وغواړو مثال راولو؛نو ويلاى شو: الهي ارادې،چې داهل بيتو په سپېڅلتيا پورې تعلق او اړه نيولي داسې ده لکه د مريم عليه السلام پر پاکۍ او سپېڅلتيا يې،چې نيولې وه.
(( … إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ[5]؛خداى ته غوره اوسپېڅلى يې کړى او د نړۍ پر ښځو يې لوړتيا درکړه)) .
لنډه خبره دا،چې : د آيت مخه داهل بيتو سپېڅلتيا ته ده او لکه ،چې مخکې هم وويل شو د “انما” لفظ (چې د ځانګړنې ښودونکې دى) او د “اهل البيت” راوستل او پر “يطهرکم تطهيراً” ټينګار کول ټول په دې شاهدي ورکوي،چې خداى تعالى دې حکم ته عموميت نه دى ورکړى؛ځکه په آيت کې د خداى تعالى غوښتنه،تکويني اراده ده،چې هلته د اهل بيتو سپېڅلتيا له الهي ارادې ځنې نه بېلېدونکې ده.
( ب) له رجس نه مطلب څه دى ؟
“رجس” په لغت کې “کثافت، “چټلۍ او”ککړتيا” ته وايي،که توکیزه – مادي او محسوسه وي(لکه وينه او مرداري) او يا مانیزه- معنوي وي (لکه شراب اوجواري يا قمار) په دې آيت کې “رجس” مانیزه چټلي ده،چې کفار او ګناهګاران يې لري او دا یې ناپاکه ګروهه او چټل عمل دى او خداى تعالى یې د ټينګار لپاره پر((ليذهب عنکم الرجس)) بساينه نه ده کړې او د ټينګار په توګه يې د((يطهرکم تطهيراً)) غونډله یا جمله هم راوستې ده.
شونې ده ،چې څوک ووايي، له ((الرجس)) نه مطلب يو ډول مانیزه چټلي لکه ((شراب)) وي نه هر ډول معانیزه چټلي،چې لوى او واړه ګناهونه هم پکې شامل وي؛خو دا احتمال پوره بې بنسټه دى او په هغه صورت کې د منلو وړ دى ،چې “ال” په “الرجس ” کې د “عهد” لپاره وي،حال دا چې “ال” په آيت کې”جنسيه” دى؛يعنې خداى تعالى ټينګه اراده کړې پر هر شي،چې د رجس او چټلۍ صدق کېږي ستاسې له کورنۍ یې لرې کړي،د خداى تعالى اراده “له چټلۍ نه پاکوالى” وګړیزه مانا نه ده،چې په يو چا کې اخلاقي نادودې او فساد موجود وي؛خو بيا یې له منځه يوسي؛بلکې همدومره،چې د انساني طبيعت په غوښتنه اروایز او اخلاقي چټلۍ ته پکې لږ شانته ليوالتيا هم وي او هغه پلو ته یې کږوالاى شي؛نو دلته به سمه وي،چې ووايي هغه يې له ګناهونو پاک کړی؛خو د الهي عنايت په رڼا کې له ګناهونو ځنې په امان کې وي.
اړنګ – شک نشته،چې په پېغمبرانو او امامانو کې د نورو انسانانو په څېر غرايز او لیوالتیاوې شته او که کابو او کنترول نشي؛نو ښه پايلې به ونه لري او دا چې دغسې لارې چارې او شرايط ورکې شته؛نو پر ځاى ده،چې وويل شي: ((خداى تاسې د رسالت کورنۍ له چټلۍ سپېڅلې کړې ده )).
( ج) “اهل بيت “څوک دي؟
د “اهل او “البيت” ویې – کلمې په دې آيت کې په خپل وار څرګندې ماناوې لري. “اهل البيت” په لغات کې هغو کسانو ته ويل کېږي،چې په ګډه يو کور کې وسي لکه “اهل القرية”،”اهل البلد”. او له “اهل ” سره که ” بيت” راوړل شي او يا نه،د کورنۍ پر ټولو غړيو،ښځو او اولاد اطلاق مومي .پردې مطلب دعنکبوت ٣٢ آيت ګواهي ورکوي،کله،چې پرښتې پر ابراهيم عليه السلام راغلې او ورته يې وويل : موږ مؤظف يو،چې د لوط قوم له منځه يوسو. ابراهيم عليه السلام وويل: څنګه دا کار کوئ حال دا چې لوط عليه السلام هم ورسره ژوند کوئ((إِنَّ فِيهَا لُوطًا))
پرښتې ځواب ورکړ: ((لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ؛يعنې هغه او اهل يې ژغورو ؛خو ښځه يې له هلا کېدونکيو ده )) .
دا آيت د سړي اولاد په اهل کې شمېري،لکه ،چې ښځه يې هم؛نو ځکه لوڼې يې هم وژغورل شوې او دې ته اړه نه وه چې استثنا کړاى شي؛نو ځکه د “اهل البيت” د مفهوم په باب او دا،چې عموميت يې پر اولاد او ښځو تطبيقېږي څه خبرې اترې نه شته؛خو دا لغوى شموليت هغه وخت پایښتی دی،چې په آيت کې قرائن “نښې نښانې” پر نورو لوريو د ورماتېدنې او لېوالتيا شاهدي ور نه کړي حال دا چې شپږ لاندې قرآئن پردى شاهدي ورکوي ،چې د پېغمبراکرم (ص) مېرمنې د “اهل البيت ” په مفهوم کې شاملې نه دي :
١ـ له “البيت” نه مطلب معهود او پېژندل شوى کور دى .
“ال” د “البيت” په لفظ کې نه د جنس او نه د استغراق الف اولام دى او له مفسرانو هم چا دغسې احتمال نه دى ورکړى او دا هم شونې نه ده،چې دغسې مانا ترې اراده کړو؛ځکه لازمه به يې دا وي ،چې د ځمکې پرمخ ټول خلک،چې په يو کور کې وسي،پرهغوى به د خداى تعالى تکوينى اراده شوې وي ،چې ټول به سپېڅلي او پاک وي؛بلکې “آل” په “البيت” کې الف لام “عهد” يا پېژندل شوي دي ؛يعنې دهغه کور اهل،چې د ويونکي او اورېدونکي ترمنځ پېژندل شوي؛نو ځکه کور د “بيت” والى په حکم يو کور دى نه ډېر.
اوس بايد وليدل شي،چې معهود ،پېژندل شوی مشهور او ليدل شوی کور،کوم کور دى؟
کله هم ويلاى نه شو،چې مطلب د پېغمبراکرم(ص) د مېرمنو کور دى؛ځکه دوى هر يوې ځانته کورونه درلودل او قرآن مجيد،چې دهغوى په باب خبرې کوي؛نو د “جمع صيغه” ورته راولي:
[ وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ[6]] او په خپلو کورونو کې پاتې شي،[ وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ ] او څه ،چې ستاسې په کورونو کې د خداى له آيتونو اوحکمته تلاوتېږي.
پردې سربېره که مطلب د پېغمبراکرم (ص) مېرمنې وي؛نو طبعاً د پېغمبر لور فاطمه (رضى الله عنها)،زوم علي(ک) او زامن يې حسنين (رضى الله عنها) د آيت له دلالته وځي حال دا چې ډېرو رواياتو دا ډله د اهل بيتو جز خو لا څه،چې ان همدوى ګڼي،چې په دې عموميت کې هېڅ شک اوشبهه نه شته .
٢ـ ضماير مذکر دي نه مؤنث .
قرآن مجيد،چې د پېغمبر اکرم(ص) له مېرمنو سره خبرې کوي؛نو مؤنث ضماير کاروي ،د احزاب په ٣٢،٣٣ او ٣٤آيتونو کې دولس ضماير د جمعې په ډول کاروي.
١—لستن . ٧ـ تبرجن .
٢ـ اتقيتن . ٨ـ اقمن الصلاة .
٣ـ فلاتخضعن . ٩—اتين الزکاة .
٤— قلن . ١٠ـ اطعن الله .
٥— قرن. ١١ـ اذکرن .
٦— بيوتکن . ١٢— بيوتکن.
حال دا چې تر څېړنې لاندې په آيت کې د “جمع مذکر” دوه ضماير کارول شوي دي.
١— عنکم . ٢— يطهرکم .
دا ډول دوه ګوني خبرې کول د دې ښوونکي دي،چې د تطهير په آيت کې د خطاب لوري او طرف د دولس ګونو ضمايرو له لوري توپير لري،که د خطاب لوري يو واى ؛نو په ضمايرو کې دغسې دوه ګوني سمه نه وه او که د( ٢٨)او(٣١) آيتونو ضماير ورزيات کړو؛نو د پېغمبر(ص) د ښځو په باب مؤنث ضماير شلو ته وررسي.
٣ـ په آيت کې د ارادې واقعيت .
د خبرې په پيلامه کې مو وويل،چې دلته له ارادې مطلب تکويني اراده ده،چې تر شا يې غوڅ او پرېکنده مراد موجود دی او دا چې ارادې په دې تعلق نيولې،چې اهل بيت له هر ډول مانیزې چټلي،پاک او سپېڅلي دي “چې لازمه يې عصمت” هم دى .
٤ـ قرآن مجيد د پېغمبراکرم (ص) مېرمنې په “ازدواج” يا “نساء” تعبيرونو يادوي .
١ـ [يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ [7]]
٢ـ [يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ [8]]
٣ـ[ يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ…. [9]]
دې ته مو پام وي،چې د احزاب سورت د ٣٣ آيت په څنګ کې درې ځل د پېغمبراکرم مېرمنې په دوو ياد شويو الفاظو تعبير شوې او د تطهیر آيت (٣٣آيت) ،چې دهماغو آيتونو په څنګ کې راغلى د “اهل البيت” لفظ پکې کارول شوى؛نو ځکه په غوڅه توګه ويلى شو ،چې له دويمي څخه مطلب د پېغمبراکرم (ص) مېرمنې دي .
اوس بايد وليدل شي ،چې دا يوازينى پېژندل شوى”معهود” کور،چې دهغوى په سپېڅلتيا د خداى تعالى اراده شوې کوم کور دى او اهل يې کوم کسان دي .
٥ـ له “بيت” نه مطلب “نبوي کور” دى نه خټين کور.
له “بيت” نه مطلب توکیز- مادي کورنه دى،چې له ډبرو،خټو يا خښتو جوړ شوى وي؛بلکې مطلب “نبوي بيت” او د “وحى کور” دى او “اهل” يې هغه کسان دي،چې له پېغمبر اکرم (ص) سره پر توکیز او جسماني اړيکو سربېره مانیزې اړيکې او پيوستون هم لري،چې ټول په يو کور کې راټول شوي او د عصمت او سپېڅلتيا د وياړنى تاج يې پر سر شوى .
ارواښاد محمود زمخشرى(٥٣٨ س مړ) په کشاف ( ٢/١٠٧ ) تفسير کې د خليل الرحمن آيت په تفسير کې دې ټکي ته اشاره کړې . “د خليل مېرمن نه ښايي،چې د زړښت په وخت کې له دوه ځانیتوبه هکه پکه شي؛ځکه،چې د آيتونو او معجزو په کور کې اوسېده او په څو ځل یې په خپلو سترګو معجزې ليدلې؛نو نه ښايي،چې د نورو په څېر هکه پکه شي “.
امام باقر(رضى الله عنه) له زمخشرى (رح) ډېر وړومبى د نور سورت ٣٦آيت (فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَال) په تفسير کې دې ټکي ته اشاره کړې او ويلي يې دي : “والله ماهي بيوت حجارة ولا طين ؛پر خداى قسم ،چې دا کورونه د ډبرو اوخټو کورونه نه دي.[10] “
اوس بايد ووينو،چې د پېغمبراکرم(ص) له خپلوانو څوک له هغه مبارک سره د کمالاتو له اړخ په اړیکه کې وو،چې آيت یې په شان کې نازل شوى؟
په دې باب د پېغمبراکرم(ص) احاديثو ته مراجعه کوو.
٦— د پېغمبراکرم په احاديثو کې داهل بيتو ښوونه:
رسول اکرم(ص) د خپلو اهلبيتو د پېژندنې او ښوونې لپاره ځانګړې پاملرنه درلودله او په دې باب روايتونه دومره ډېر دي،چې چاته شک او شبهه نه پاتې کېږي او ځينوڅېړونکيو دغو روايتونو ته “متواتر”هم ويلي دي .
آنحضرت (ص) په دوو لاندې طريقو سره آيت تفسير کړى:
١— خپل پټو”عبا” يې پر”پنځوپاکانو= پنجتن پاک” اچولى او خداى تعالى يې شاهد نيولى ،چې دا مې اهل بيت دي.
٢ـ د احزاب ٣٣آيت(د تطهيرآيت يا د سپېڅلتيا آيت) تر نازلېدو وروسته تر يوې يا نهو مياشتو (په ځينو رواياتو کې شپږ،اوه او اته مياشتې هم راغلي) چې آنحضرت(ص)د سبايي لمانځه ته د فاطمې بي بي د کور له څنګه تېرېده؛نواهل بيت به يې لمانځه ته رابلل او د تطهير آيت يې تلاوتاوه .
(( الصلوة يا اهل بيت !انما يريد …[11]))
د دومره اوږدې مودې لپاره په پرله پورې توګه داعمل ترسره کول ښايي ددې لپاره وي،چې مطلب په پوره ډول څرګند شي،چې په ګانده – راتلونکي کې چاته اړنګ – شک پاتې نشي،چې ګني دا آيت د اهل بيتو په شان کې نازل شوى نه دى.په تېره دا يوازينى کور دى،چې ور يې جومات ته پرانستي پاتې شوی (او د نورو ورونه تړل شوي وو) او طبعاً يو شمېر اصحابو کرامو د لمانځه په وخت کې دپېغمبر اکرم(ص) دا غږاوېده .
حضرت ابو سعيد خدرى(رض) روايتوي: ((قال رسول الله (ص): نزلت هذه الايه فى وفى على وفاطمه والحسن والحسين ؛دا آيت زما، علي، فاطمې،حسن او حسين په باب نازل شوى دى.))
ام المؤمنين ام سلمه رضى الله عنهاوايي:
دا آيت زما په کور کې نازل شوى،پر هغه ورځ فاطمې بي بي رسول اکرم(ص) ته خواړه راوړل،پېغمبر(ص) ورته وويل: ورشه ،د تره زوى (على) او دواړه زامن دې راوله. زهرا،چې راستنه شوه دواړه زامن يې له لاسه نيولي وو او علي ورپسې روان و او د پېغمبر (ص)حضور ته راغلل.بيا آنحضرت حسنين په غېږ کې کينول،علي يې ښي لوري ته او فاطمه يې کيڼې لوري ته کېناسته او پنځو واړو په خوړو پيل وکړ. ناڅاپه جبرائيل راغى او د تطهير آيت يې راووړ په دې وخت کې پېغمبر هغه پټو(عبا)،چې د شپې يې پرځان اچاوه راواخست او تر ټولو يې راتاو کړ او بيا يې لاس راوايست او اسمان ته يې ونيو او درې ځلې يې وويل :(( اللهم ان اهولا ا هل بيتي وخاصتى فاذهب عنهما الرجس وطهر هم تطهيرا ؛اې خدايه دا مې اهل بيت دي،چټلي ترې لرې کړه او له هرډول ککړتيا يې سپېڅلي کړه. ))
ام سلمه بي بي وايي: ددې غونډلې یا جملې په اورېدو مې وغوښتل،چې له دې ډلې سره يو ځاى شم او ددغسې فضليت درلودونکې شم ؛نو د پټو يوه څنډه مې پورته کړه،چې ورننوزم پېغمبر اکرم(ص) بېرته راښکوده.
ورته مې وويل : رسول الله (ص) ! ايا زه مو له اهل بيتو نه يم؟
پېغمبر(ص) بې له دې،چې تاييد يا رد کړي ويې ويل:(( انک على خير، انک من ازدواج النبي ؛ته نېکه ښځه يې او د پېغمبر له مېرمنو ځنې يې.[12]))
عکرمه د ابن عباس (رض) شاګرد وايي ،چې دا آيت د پېغمبراکرم د مېرمنو په شان کې نازل شوى او دې ته چمتو شوی و،چې د خپلې ګروهې په باب له مخالفينو سره مباهله هم وکړي؛نوتاسې په دې باب څه وايی؟
ځواب : رجال پوهانو ويلي ،چې عکرمه له “خوارجو” ځنې و او د اهل بيتو دښمن او د دښمن خبره د مقابل لوري په باب دليل نه وي.
علي بن عبدالله بن عباس، په ځنځيرونو هم تړلى و،په دې پلمه ،چې له پلاره يې په دروغو روايتونه نقلول[13]. له “رسالت کورنۍ” سره د دښمنۍ پايله يې دا ده ،چې له زرګونو ديني مسالو يوازې په همدې باب مباهلي ته حاضرېږي! اوهغه هم معلوم نه و،چې دعمل ډګر ته راوته يا نه؟
په لاندې ټکيو کې خپل مطلب څرګندوم :
د تطهيرآيت څرګندوي،چې “اهل بيت” له ګناهونو پاک او معصوم دي. که “رجس” د مانیزې چټلۍ او ناپاکۍ پرمفهوم وي او ښکاره مصداق يې کفر،شرک او ګناه وي؛نو خداى تعالى هغوى له ګناهونو څنډلي؛نو طبعاً “اهل بيت ” معصوم دي او د پېغمبر(ص) په څېر د ګناه اوعصيان پلو ته نه وردرومي.
ځينې،چې د”عصمت” اصطلاح واوري؛نو سملاسي يې((نبوت)) په ذهن کې راځي. حال دا چې ددې دواړو ترمنځ يو رنګي نشته. هر پېغمبر معصوم دى؛خو هر معصوم پېغمبر نه دى او د آل عمران ٤٢ آيت ددې خبرې ثبوت دى : [إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ
= خداى ته غوره اوسپېڅلي يې کړي او د نړۍ پر ښځو يې ستريا درکړه))
که “عصمت” نسبي مفهوم وګڼو؛نو ډير انسانان د ځينو ګناهونو پر وړاندې معصوم دي؛ځکه په هېڅ توګه چمتو نه دي،چې ګناه وکړي .مثلاً يو سړى په هېڅ ډول نه چمتو کېږي،چې خپل زوى ووژني. نو چې تاسې د ځينو ګناهونو په باب عصمت لری؛نو څه توپير لري،چى د ” پيدايښت غوره انسانان” د ټولو ګناهونو په باب معصوم وي.
دشيخ سبحاني دخبروي پاى [14].
[1] احزاب – ٣٣ آيت
[2] (یس/ ۸۲)
[3] مائده٦آيت
[4] (مائده-٦ آيت
[5] آل عمران ٤٤٢ آيت
[6] احزاب ٣٣ آيت
[7] احزاب ٢٨ آيت
[8] احزاب ٣٠ آيت
[9] احزاب ٣٢ آيت
[10] ( کليني،کافي ٢/٢٥٦-٢٥٧ مخونه)
[11] ١ – حاکم حسکاني حنفي ٢/٣١مخ وروسته . ٢ـ سيوطي،الدرالمنثور ترهمدې آيت لاندې .
[12] ۱- الدرالمنثور ٥/١٩٨ .٢ـ حاکم حسکاني حنفي،شواهد التزيل٢/١٠- ٩٣ مخونه حسکاني (رح) په دې باب له ١٣٠ نه زيات احاديث راخستي دي . ٣ـ صحيح مسلم ٧/١٣٠ . ٤ـ حاکم، مستدرک الصحيحين ( ٣/١٤٧) او ( ٢/٤١٦) . ٥ـ بيهقي،سنن ٢/١٤٩.٦ـ ابن جرير،تفسير ٢٢/٥ ٧ـ امام احمد حنبل، مسند٤/١٠٧-او ٦/٢٩٢ . ٨— ابن مغازلي ،المناقب ٣٥٠ مخ . ٩ـ ابن اثير،اسد الغابه ٢/٢٠ . ١٠— محمد بن سليمان الکوفي القاضي،مناقب علي (ک) ١/١٥٧.١١ـ واحدي، اسباب النزول ٢٦٧مخ . ١٢ـ طحاوي،مشکل الاثار ١/٣٣٢-٣٣٤ مخونه . ١٣— محب الدين طبري،شافعي ،ذخاير العقبى ٢٣ مخ . ١٤ـ صحيح ترمذى ٢/٢٩ مخ .
[13] ( ذهبي،ميزان الاعتدال ٣/٩٣ مخ )
[14] د ابرخه مو ژباړلې ده له: منطق شيعه در کنګره ها و مجامع علمي ( ١٦٦- ١٨٤ مخونه ) د شيخ جعفر سبحاني تاليف
سرچینه :
د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړنه : اجرالدین اقبال