بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوران او لورین الله په نامه غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي پرله پسې ۵مه برخه ۲۶۳-بیړه، خطر دی. ۲۶۴-بېلارېتوب، بدرنګي ده. ۲۶۵-په چارو کې ناکامي، زړه تنګي ده. ۲۶۶-عدالت، کچه او […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوران او لورین الله په نامه
غررالحکم
د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه
د لنډغونډلو زرینو ویناوو
پوهنغونډ
لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي
پرله پسې ۵مه برخه
۲۶۳-بیړه، خطر دی.
۲۶۴-بېلارېتوب، بدرنګي ده.
۲۶۵-په چارو کې ناکامي، زړه تنګي ده.
۲۶۶-عدالت، کچه او معیار دی.
۲۶۷-بې عدالتي، هلاکت دی.
۲۶۸-پوهه، پناه ده.
۲۶۹-قناعت، سرلوړي ده.
۲۷۰-
۲۷۱-ناخبري، په ظاهر کې هوساینه ده (خو داسې نه ده).
۲۷۲-ځواک، هلاکت دی.
۲۷۳-شهوت، هلاکت دی.
۲۷۴-منندوینه، غنیمت دی.
۲۷۵-د نعمت (ناشکري) زیانمنه ده.
۲۷۶-عقلونه، ډالۍ ده.
۲۷۷-کړنې، ترلاسه کېدونې دي.
۲۷۸-دنیا په تصادف ده.
۲۷۹-اخرت په وړتیا او استحقاق دی.
۲۸۰-مؤمن د خپلې کړنې هومره دی.
۲۸۱-انسان د خپل عقل هومره دی.
۲۸۲-مړانه د انسان په همت پورې تړاو لري.
۲۸۳-مړانه، د زړورتوب هومره ده.
۲۸۴-انسان، په ایمان پورې تړاو لري.
۲۸۵-پوهه په عمل ده.
۲۸۶-دنیا په هیله ده.
۲۸۷-ورین تنديتوب، ښه سړیتوب دی.
۲۸۸-تریو تندیتوب، کړاو دی.
۲۸۹-ناپوهي، دروند پېټی دی.
۲۹۰-توفیق، د بخت مخه کول دي.
۲۹۱-حرام، ناپاکه دي.
۲۹۲-مرګ، د فرصتونو له لاسه ورکونه ده.
۲۹۳-حریص، په کړاو کې دی.
۲۹۴-لاس ته راغلې شتمني، تښتېدوني ده.
۲۹۵-شتمني، ناپایښتې ده.
۲۹۶-دنیا، له منځه تلونې ده.
۲۹۷-استقامت، روغتیا ده.
۲۹۸-بدي او شر، پښېماني ده.
۲۹۹-عدالت خو ژوند دی.
۳۰۰-ظلم هلاکوونکی دی.
۳۰۱-عدالت، د انسانیت ارزښت دی.
۳۰۲-رښتیا، د امانت ژبه ده.
۳۰۳-بې صبري، د زمانې (د کړاوونو) مرستندوی ده.
۳۰۴-احتکار، د بې برخېتوب لامل دی.
۳۰۵-صبر، د ایمان سر دی.
۳۰۶-سخا او ورکړه، د انسان ښکلا ده.
۳۰۷-عفوه، ستره نېکي ده.
۳۰۸-(له حرامو) نشتمني، د ایمان ښکلا ده.
۳۰۹-زړه، د ژبې زېرمتون دی.
۳۱۰-ژبه، د زړه د خوالو ژباړنه ده.
۳۱۱-انصاف کول، د ځيرکۍ نښه ده.
۳۱۲-رښتیا، د عدالت رور دی.
۳۱۳-هیله، د عقل دښمنه ده.
۳۱۴-هوسپالنه، د ناپوهۍ پایله ده.
۳۱۵-ظلم، د عدالت بډ/ضد دی.
۳۱۶-وقار، د عقل ګاڼه ده.
۳۱۷-
۳۱۸-عقل، د حق استازی دی.
۳۱۹-توفیق، د لورنې کونجي ده.
۳۲۰-حيا (بې جرئتي)، د روزۍ خنډ دی.
۳۲۱-رښتیا، د حقیقت ژبه ده.
۳۲۲-باطل، د حقیقت دښمن دی.
۳۲۳-زغم، د ښه خوی ګاڼه ده.
۳۲۴-خیانت، د دروغو رور دی.
۳۲۵-حرص، د کړاو سورلۍ ده.
۳۲۶-هیله، د کړاوونو کونجي ده.
۳۲۷-بریا، د ګناهکار شفیع ده.
-
ټیګونه: