تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوران او لورین الله په نامه غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه  د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي پرله پسې ۵مه برخه ۲۶۳-بیړه، خطر دی. ۲۶۴-بېلارېتوب، بدرنګي ده. ۲۶۵-په چارو کې ناکامي، زړه تنګي ده. ۲۶۶-عدالت، کچه او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوران او لورین الله په نامه

غررالحکم

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه 

د لنډغونډلو زرینو ویناوو

پوهنغونډ

لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي

پرله پسې ۵مه برخه

۲۶۳-بیړه، خطر دی.

۲۶۴-بېلارېتوب، بدرنګي ده.

۲۶۵-په چارو کې ناکامي، زړه تنګي ده.

۲۶۶-عدالت، کچه او معیار دی.

۲۶۷-بې عدالتي، هلاکت دی.

۲۶۸-پوهه، پناه ده.

۲۶۹-قناعت، سرلوړي ده.

۲۷۰-

۲۷۱-ناخبري، په ظاهر کې هوساینه ده (خو داسې نه ده).

۲۷۲-ځواک، هلاکت دی.

۲۷۳-شهوت، هلاکت دی.

۲۷۴-منندوینه، غنیمت دی.

۲۷۵-د نعمت (ناشکري) زیانمنه ده.

۲۷۶-عقلونه، ډالۍ ده.

۲۷۷-کړنې، ترلاسه کېدونې دي.

۲۷۸-دنیا په تصادف ده.

۲۷۹-اخرت په وړتیا او استحقاق دی.

۲۸۰-مؤمن د خپلې کړنې هومره دی.

۲۸۱-انسان د خپل عقل هومره دی.

۲۸۲-مړانه د انسان په همت پورې تړاو لري.

۲۸۳-مړانه، د زړورتوب هومره ده.

۲۸۴-انسان، په ایمان پورې تړاو لري.

۲۸۵-پوهه په عمل ده.

۲۸۶-دنیا په هیله ده.

۲۸۷-ورین تنديتوب، ښه سړیتوب دی.

۲۸۸-تریو تندیتوب، کړاو دی.

۲۸۹-ناپوهي، دروند پېټی دی.

۲۹۰-توفیق، د بخت مخه کول دي.

۲۹۱-حرام، ناپاکه دي.

۲۹۲-مرګ، د فرصتونو له لاسه ورکونه ده.

۲۹۳-حریص، په کړاو کې دی.

۲۹۴-لاس ته راغلې شتمني، تښتېدوني ده.

۲۹۵-شتمني، ناپایښتې ده.

۲۹۶-دنیا، له منځه تلونې ده.

۲۹۷-استقامت، روغتیا ده.

۲۹۸-بدي او شر، پښېماني ده.

۲۹۹-عدالت خو ژوند دی.

۳۰۰-ظلم هلاکوونکی دی.

۳۰۱-عدالت، د انسانیت ارزښت دی.

۳۰۲-رښتیا، د امانت ژبه ده.

۳۰۳-بې صبري، د زمانې (د کړاوونو) مرستندوی ده.

۳۰۴-احتکار، د بې برخېتوب لامل دی.

۳۰۵-صبر، د ایمان سر دی.

۳۰۶-سخا او ورکړه، د انسان ښکلا ده.

۳۰۷-عفوه، ستره نېکي ده.

۳۰۸-(له حرامو) نشتمني، د ایمان ښکلا ده.

۳۰۹-زړه، د ژبې زېرمتون دی.

۳۱۰-ژبه، د زړه د خوالو ژباړنه ده.

۳۱۱-انصاف کول، د ځيرکۍ نښه ده.

۳۱۲-رښتیا، د عدالت رور دی.

۳۱۳-هیله، د عقل دښمنه ده.

۳۱۴-هوسپالنه، د ناپوهۍ پایله ده.

۳۱۵-ظلم، د عدالت بډ/ضد دی.

۳۱۶-وقار، د عقل ګاڼه ده.

۳۱۷-

۳۱۸-عقل، د حق استازی دی.

۳۱۹-توفیق، د لورنې کونجي ده.

۳۲۰-حيا (بې جرئتي)، د روزۍ خنډ دی.

۳۲۱-رښتیا، د حقیقت ژبه ده.

۳۲۲-باطل، د حقیقت دښمن دی.

۳۲۳-زغم، د ښه خوی ګاڼه ده.

۳۲۴-خیانت، د دروغو رور دی.

۳۲۵-حرص، د کړاو سورلۍ ده.

۳۲۶-هیله، د کړاوونو کونجي ده.

۳۲۷-بریا، د ګناهکار شفیع ده.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!