تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د باب العلم حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې موضوع : پاکلمني پاکلمني، کمال دی پاکلمني، تقوا ده. قناعت، پاکلمني ده پاکلمني، غوره پتمني ده. پاکلمني، غوره خوی دی. شرم و حیا، له پاکلمنۍ سره مل ده. عقل، انسان پاکلمنۍ او قناعت ته ورسیده کوي. پاکلمني، د ځيرکو خوی دی. پاکي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د باب العلم حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې

موضوع : پاکلمني

پاکلمني، کمال دی

پاکلمني، تقوا ده.

قناعت، پاکلمني ده

پاکلمني، غوره پتمني ده.

پاکلمني، غوره خوی دی.

شرم و حیا، له پاکلمنۍ سره مل ده.

عقل، انسان پاکلمنۍ او قناعت ته ورسیده کوي.

پاکلمني، د ځيرکو خوی دی.

پاکي او سپېڅلتیا، د پاکلمنۍ نښه ده.

پند اخستنه، پاکلمني راولاړوي.

په پاکلمنۍ، چارې پاکېږي.

پاکلمني په پرهېزګارۍ پورې تړاو لري.

پاکلمني، د پاکانو خوی دی.

پاکلمني، شهوت کمزوری کوي.

دنننۍ تقوا (ورع)، د پاکلمنۍ پایله ده.

د پاکلمنۍ پایله؛ ځانساتنه ده.

د شرم و حیا پایله؛ پاکلمني ده.

ښه پاکلمني، د اشرافو خوی دی.

ښه قناعت، له پاکلمنی دی

د ښکلا زکات، پاکلمني ده.

شرم و حیا، د پاکلمنۍ لامل دی.

پاکلمني، د قناعت لامل دی.

قناعت؛ د پاکلمنۍ پایله ده.

په پاکلمنۍ، له حرص سره مبارزه وکړئ.

د هغه پرحال دې خوشحالي وي، چې ځان په پاکلمنۍ وپسولي او پر خپلې روزۍ خوښ وي.

درې څیزونه د دین ټولګه ده: پاکلمني، پرهېزګاري او حیا.

ځانونه په پاکلمنۍ وپسولئ او اسراف او چټي لګښتونه مه کوئ.

تمه او حرص پرېږده او درباندې پکار ده، چې پاکلمنی او متقي وسې.        

ښه پاکلمنتوب او په لږو خوشحالي، د ایمان له ستنو دي.

ګناه په خلکو کې بنسټیز (دود) او پاکلمني هېښتیا او هېښتیا وي او اسلام خلکو ته سرچپه اغوستل شوی دی.

-(له الهي محرماتو) پاکلمني، د ټولو خیر ښېګڼو جرړه ده.

پاکلمني د انسان تاج او انصاف یې ګاڼه ده.

د خلکو له شتمنۍ سترګې پټول، پاکلمنتوب او لوړ همتي ده.

پتمن رور او پاکلمنی ملګری، غوره ملاتړي دي.

سخاوت، پاکلمني او وقار، غوره خویونه دي.

حیا غوره مړانه ده، چې پایله یې پاکلمني ده.

رښتیا، تقوا او پاکلمني ښکلي خویونه دي.

رښتیا، هر سخي پاکلمنی نېکچاری، پرهېزګار دی.

رښتیا، الله تعالی، پاکلمنی، حیاناک او (د الله تعالی په قضا) راضي خوښوي.

رښتیا، حیا (شرم) او پاکلمني، د ایمان خویونه دي او رښتیا چې دا دواړه د احرارو خوی او د نېکانو روږد دی.

چې الله تعالی د کوم بنده ښه وغواړي، قناعت ورالهاموي؛ نو په ورسېدلو دې بسیاینه وکړي او د پاکلمنۍ جامې دې واغوندي.

عفاف او پاکلمني، خورا اوچت شرف دی.

پر بسیاینه خوشحالي، انسان پاکلمنوي.

پرهېزګاري خو پاکي او پاکلمني راټولوي.

قناعت، یو له دوو پاکلمنیو دی.

په واکمنو کې، خورا پاکلمنی یې غوره دی.

د مړانې آر، حیا او مېوه یې پاکلمني ده.

خورا پاکلمنی مو، ښه حیاناک دی.

زغم او پاکلمني، ښکلی چلن دی.

قناعت، د پاکلمنۍ هومره دی.

هر قانع، پاکلمنی دی.

څومره چې غواړې، پاکلمنی وسه.

پاکلمني، له نشتمني سره نه پاتېږي.

ستریا، یوازې په پاکلمنۍ او ورکړې پوره کېږي.

له ډېر حرص سره، پاکلمني نه وي.

چاته چې پاکلمني ورالهام شي، له ښویېدنو بچېږي.

څوک چې پاکلمنی وي، د ګناه پېټی یې سپک او د الله تعالی په نزد د لوړې رتبې خاوند وي.

د چاچې نفس قانع وي؛ نو په پاکلمنۍ او پاکې یې مرستندوی دی.

څوک چې پر بسیاینې قناعت وکړي؛ نو پاکلمنتوب ته ورکاږل کېږي.

سخاوت او پاکلمني، د نیمګړتیاوو پرده ده.

د پاکلمنۍ په مرسته، له شهوته زړه صبرولای شو.

له مؤمن، متقي او قانع سره پاکلمنی وسه.

لږ خوراک، له پاکلمنۍ او ډېرخوري له اسراف راولاړېږي.

د شهوت لاسبري، پاکلمني له منځه وړي او تباهي راوړي.

هغه چې ځان وپېژانده، ورښایي، قناعت او پاکلمنۍ ته پابند وي.

حکمت له پاکلمنۍ سره مل دی.

له ګناه ډډه کول، له پاکلمنۍ راولاړېږي.

پاکلمني، تر حریصتوبه ورهاخوا ده.

پاکلمنی، زنا نه کوي.                                 

د نعمت کمال دا دی، چې ځان په سخاوت او پاکلمنتوب وپسولې.

پوه شئ، چې قناعت او پر شهوت لاسبري، ستره پاکلمني ده.

مؤمن؛ پاکلمنی، قانع، پاک او پرهېزکار دی.

له شهوته ډډه کول، پاکلمني، د غوسې سړول، عظمت او د الله تعالی حکم منل، دنننۍ تقوا (ورع) ده.

له پاکلمنۍ سره کسبګري/ ورهڼه، له ناپاکلمنۍ سره تر شتمنۍ ښه ده.

پاکلمني، نفس له ګناه ساتي او له بدیو یې پاکوي.

مرګ حتمي او روزي ویشل شوې ده؛ نو د روزۍ ځنډ دې څوک غمجن نه کړي؛ ځکه نه یې حرص رامخې ته کولی شي او نه یې پاکلمني شا ته کولای شي او مؤمن د صبر و زغم وړ دی.

څلور څيزونه دي، چې چاته ورکړل شول، د دنیا او آخرت خیر به ولري: رښتیا خبرې کول، د امانت ورسپارل، پاکلمنتوب او ښه اخلاق درلودل.

د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې له عذابه وډار شي، د حساب (ورځې) ته کار وکړي او پاکلمني وکړي، په وررسېدلو قناعت وکړي او له الله تعالی خوښ وي.

(له ګناهونو) پاکلمني کوه، چې غوره ملتیا ده.

پاکلمني او قناعت کوئ، چې چا قناعت وکړ، د ژوند درونوالی یې سپکېږي.

پاکلمني (او له ګناه لرېوالی) کوه، چې دا د مشرانو ستر خوی دی.

پاکلمني او امانتوال وسئ، چې دا دواړه خورا پټ عزتمن دي او د ځان لپاره زېرمولو ته خورا ښه څیزونه دي.

سرچینه : غرر الحکم

لیکوال : قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست