بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په دنیا کې د غرور را پيدا کېدو لاملونه لومړی عامل: غفلت دویم عامل: پر ټول حقیقت د انسان د احاطې نشتوالی درېیم عامل: د هستۍ مرکب والی او د انسان ظاهر ویني څلورم عامل: په دنیا کې د انسان د مسافر والي د شان هېرول پنځم علت: د انسان پنځګري […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
په دنیا کې د غرور را پيدا کېدو لاملونه
لومړی عامل: غفلت
دویم عامل: پر ټول حقیقت د انسان د احاطې نشتوالی
درېیم عامل: د هستۍ مرکب والی او د انسان ظاهر ویني
څلورم عامل: په دنیا کې د انسان د مسافر والي د شان هېرول
پنځم علت: د انسان پنځګري او خلاقیت ]
درېیم عامل: د هستۍ مرکب والی او د انسان ظاهر ویني
موږ انسانان له یو سمندر سره مخ یو چې تر ځګونو لاندې یې پرېمانه اوبه دي؛خو څه چې سترګو ته مو ښکاري،ځګ دی. البته داسې کسان هم دي چې دا ځګ یې څيرې کړی او اوبو ته ورسېدلي؛ خو عام خلک له همدې ځګ سره ژوند کوي. له سمندره یې انځورنه، د ځګونو یو غر دی. هغه لامبو وهوونکي چې اوبو ته ورسېدلي او په تل کې یې غوپي وهلي، ډېر لږ دي. خپله قرآن د «ځګ» تعبیر رازده کوي. خدای په قرآن کې وایي:
أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا (رعد/۱۷) = (خداى) له اسمانه اوبه وورولې او په هره دره او خوړ كې یې د وړتيا هومره نېز وبهېد؛ نو نېز اوچت ځګ پر سر واخست.
« زَبَدًا رَّابِيًا» تعبیر ته ځیر شئ، د ځګ خبره ده – خو اوچت ځګ نه لنډ.
باطل تش ځگ دى او حق اصل دى
((فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَداً رَابِياً))؛ یعنې ځګ د اوبو پر مخ مازې پوښ وي،که ناپوه ورته وګوري او له بیخه یې خبر نۀ وي، ډېری ځګ ویني،چې روان دی؛خو د باران اوبو ته پام نۀ کوي، چې تر ځګ لاندې روانې دي،حال دا چې دا اوبه دي، چې روانې دي، نۀ ځګ؛خو ځک چې د اوبو پر مخ پروت دی، ظاهر لیدونکې سترګې، چې د پېښو ژورو ته نۀ ګوري،یوازې ځک ویني.
باطل هم همدغسې د حق پر ځواک سپرېږي او مخ یې پټوي،که خلک د ټولنې ظاهر ته وګوري او ژورو ته یې و نۀ ګوري؛نو همدا هسکې څوکې او سترګې غولوونکې خلک به ګوري.
له دې قرآني مثاله بل دا ټکى لاس ته راځي، چې باطل د حق په طفیل پیدا کېږي او د حق په ځواک حرکت کوي؛یعنې ځواک یې خپل نۀ دی،ځواک اصلًا د حق دی او باطل پرې حرکت کوي.
کوم ځک،چې د اوبو پر مخ دی، د ځک ځواک نۀ دی،چې حرکت ورکوي، دا د اوبو ځواک دی،چې حرکت ورکوي. “قاسط مشر” که پیدا کېږي او باطل کارونه کوي،هغه ټولنیز ځواک “قاسط مشر” نۀ دی رامنځ ته کړی او د ځواک رښتینې ماهیت يې”قاسط مشر” نۀ دی او ټولنه هم په ځان کې دننه “قاسط مشري” ماهیت نۀ لري! بیا هم پېغمبر اکرم(ص) دی او بیا هم ایمان دی، بیا هم معنویت دی؛”قاسط مشر” پر دې ځواک سپور شوی دی.
قرآن حکيم وايي: چې سیلاب وبهید،اوبه دي ،چې حرکت کوي او ځواک لري او چې څه یې پر مخ راځي له ځانه سره یې وړي؛خو تاسې ځک وینئ، چې روان دی. که اوبه نۀ وي،ځک لږ هم مخکې نۀ شو تلای،دا اوبه دي او پر سر یې کېني او د اوبو له ځواکه ګټه اخلي.
په نړۍ کې تل باطل د حق له ځواکه ګټه اخلي. د ساري په ډول: رښتیا حق او دروغ باطل دي. که په نړۍ کې رښتیا نۀ وای،دروغ هم نۀ شي کړای، چې وي؛یعنې که په نړۍ کې یو تن هم نۀ وي،چې رښتیا ووايي او ټول دروغ ووایي ( پلار زوی ته، زوی پلار ته، ښځه مېړه ته،مېړه ښځې ته،ملګرى ملګري ته، شریک باڼى شریک باڼي ته ) دروغ خپل کار پر مخ نۀ شي وړای؛ځکه څوک باور نۀ کوي.
نن ولې دروغ ګټور دي او کله په یوځای کې د انسان په کار راځي ؟؛ ځکه په نړۍ کې رښتیني ډېر دي؛ځکه له خپل ځانه او نورو رښتیا اوري او که دروغ ووايي،مقابل لوری انګیري ،چې رښتیا دي او غولېږي؛یعنې دروغو خپل ځواک له رښتیا اخېستی دی.که رښتیا نۀ وای،څوک په دروغو پسې نۀ تلل؛ ځکه دا دروغ،رښتیا ګڼي،چې پرې غولېږي او که نۀ دروغ ،دروغ وګڼي هیڅ ورپسې نۀ ځي.
تېری هم همدا ډول دی.که په نړۍ کې انصاف نۀ وي،ناشونې ده،چې تېری دې وي. که یو په بل ډاډ ونۀ کړي او ټول له یوه بله غلا وکړي؛نو هغه مهال له ټولو ظالم هم نۀ شي کړای،چې څه پټ کړي؛ځکه خلک که پر یو بل، اعتماد او ډاډ لري او د انصاف او برابرۍ پوره پوره خیال ساتي؛خو دا ترې ناوړه ګټنه کوي. همدا هرڅه د ټولنې بنسټ ټینګوي او ددې ترڅنګ کړای شي،خپله غلا هم وکړي.
که د نړۍ بېلابېلې راډیوګانې واورئ؛نو له یوه به هم وانۀ وري،چې د بدمعاشۍ خبره یې کړې وي یا ووايي،چې غواړو تېری وکړو یا د نورو هېوادو ګټې لوټوو؛بلکې ټول د سولې نارې وهي،د ازادۍ او د بشر د حقوقو نارې وهي، حال دا چې ډېری او ښايي ټول یې دروغ وايي؛یعنې غواړي ددې ټکيو تر سیورې لاندې ژوند وکړي. د ازادۍ تر سیوري لاندې ازادي وځپي؛لکه چې ویلي یې دي: ((ازادۍ! په نامه دې په نړۍ کې څومره تېري وشول.)) دا له حقه د باطل د خوړو مانا ده
د باطل ظاهري غلبه او د حق وروستۍ بریا
د شننیز او تعقلي لید له مخې نۀ؛بلکې د سطحي او حسي لید له مخې،باطل حرکت لري. د ساري په ډول: یو ماشوم چې په عمر کې یې سيلاب نۀ دی لیدلی او نۀ پوهېږي، چې سېلاب څه دی او له کوم ځایه او څرنګه رامنځ ته کېږي. دا ماشوم،چې سېلاب ویني،ځګ یې ویني،چې روان دی، اصلا نۀ انګېري،چې بې له ځګه بل څه هم شته!؛یعنې د باطل ظاهري غلبه پراخه؛خو په پاى کې مغلوبېږي.
باطل د لنډ مهال،د یو حرکت او نمود په بڼه دی او ژر هم له منځه ځي. یو حدیث دی،چې متل شوى دى :(( للحق دوله اوللباطل جوله)) حق،همېشه دولت دى؛خو باطل مخ پر ځوړ دی او ژر پاى ته رسېږي. یا (( للباطل جوله ثم یضمحل)) باطل مخ پر ځوړ دى او پوپنا کېږي؛خو حق جریان لري، دوام او پايښت لري . همدا شان د لته معلومېږي،چې باطل له حقه پیدا کېږي؛لکه چې ځک له اوبو پیدا کېږي او سیوری له وګړي پیدا کېږي؛ نو معلومېږي که حق نۀ وای؛نو باطل به هم نۀ و؛ ځکه باطل غواړي د حق په نامه او د حق تر سیوري لاندې او د حق په رڼا کې ژوند وکړي.
حق د اوبو په شان دی،چې د لارې په وهلو کې له ځینو چټلیو سره مخ کېږي او ځینې خلي او جالکۍ هم له ځان سره وړي،بیا هم دا خلي او جالکۍ یو او بل خوا وهي،چې په پایله کې ترې چټل ځکونه رامنځ ته کېږي. دا د اوبو د جریان طبیعي لازمه ده.
وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاء حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهُ (رعد/۱۷) = او همدغسې ځګ د هغو څيزونو پر مخ هم راځي، چې ( په بټيو كې يې) د ګاڼو او يا نورو وزلو جوړولو ته ويلي كوي.
كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ (رعد/۱۷) = او خداى دغسې د حق او باطل بېلګه وړاندې كوي
ځینو ژباړونکیو، دا آیت دغسې ژباړلې ده: « خدای دغسې د حق او باطل بېلګه راوړي». خو دلته د بېلګې راوړو خبره نه ده. خدای نه وايي چې دغسې د حق و باطل بېلګه درته راوړم؛ بلکې ظاهراً وایي دغسې حق و باطل درته لاندې باندې کوم. حقو او باطل دغسې په نړۍ کې یو له بل سره ګډوډ دي: حق د اوبو په څېر تر ځګ لاندې دی او باطل د جګ ځګ په څېر د اوبو پر مخ دی؛ داسې چې نا آشنا کتونکی او نا دقیق لیدونکی چې پر ظواهرو میین دې صحنې ته ویني هډو اوبه نه ویني؛ بلکې یوازې ځګ یې سترګې مړوي.
فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاء وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ (رعد/۱۷) = خو ځګ دباندې غورځي (او) له منځه ځي؛ خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز] په ځمكه كې تمېږي
البته د خدای تقدیر دادی، چې باطل له منځه ولاړ شي او څه چې خلکو ته ګټور دي، پر ځمکه پاتې شي؛ خو په هر حال په دنیا کې حق لاندې او باطل پر مخ دی او ډېری خلک بې له ځګه بل څه نه وینی.
بحر كف پيش آرد و سدى كند جر كند و ز بعد جر مدى كند
(مثنوى، دویم دفتر، 195 بيت)
آنكه كف را ديد سر گويان بود وآنكه دريا ديد او حيران بود
(مثنوى، پنځم دفتر، 2908 بيت)
انسان، هم د ځګ او هم د سمندر په لیدو هک اریانېږي؛ خو دا دواړه حېرانتیاوې یو له بل سره توپیر لري. ړومبی هيښتیا – حېرانتیا،عین غفلت دی او دا غفلت له ځک سره ملازم او د سمندر له جوړښته اخستل شوی دی. ځګ هم د سمندر یوه برخه ده؛ نو ځکه انسان د ځک پېژندو ته د سمندر ښاندې – پېژندنې ته هم اړین دی. څوک چې سمندر نه ویني له ځګه هم سم معلومات نلري؛ او انګیري چې ځګ، «مستقل بالذات» یو څیز دی. انسان ددې لپاره چې ظاهر وپېژني، باید باطن ته رجوع وکړي او له دې منظره ظاهر ته وویني؛ خو البته نباید کله هم د ظواهرو په بند کې پاتې شي؛ خو باید څه وکړو چې دنیا مازې باطن او لغړ حقیقت نه؛ بلکې څه چې د انسان په واک کې ورکول کېږي، یو ځګن حقیقت دی، او موږ انسانان یې په همدې نړۍ کې ژوند ته رابللي یو؛ نو:
ما چو كشتىها به هم بر مىزنيم تيره چشميم و در آب روشنيم
اى تو در كشتى تن رفته به خواب آب را ديدى، نگر در آب آب
(مثنوى، درېیم دفتر ، 1273 -1272 بیتونه)
موږ انسانان «ړانده او په اوبو کې سترګور یو» د دنیا حقایق په یوې پردې کې نغښتل شوي او موږ باید په خپله دا حقیقت وپېژنو؛ خو سترګې مو په اپوټه لیدو روږدې دي، محیط، مرکز ویني او مرکز محیط او دا اپوټه لاملېږي چې واقعیات په پرده کې پاتې شي.
نو ځکه بل ټکې دادی چې هستي ذواجزأ او مرکبه ده. هستي، ددې دنیا او هغې دنیا، د پردې دې خوا او هغې خوا او باطن و ظاهر دی. موږ په ړومبي قدم کې هستۍ له ظاهر سره تماس نیسو او په دې ترڅ کې لږ شمېر خلک د ظاهر له بریده تېرېږي او باطن ته وررسي.
يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ (روم/۷) = (ځکه) هغوى د دنيوي ژوند برسېرن اړخ پېژني او له آخرت (او د كار له پاى) بې خبره دي .
او ددې غفلت لرې کونه ناشونې ده؛ خو دا چې یو پيغمبر او د وحې راوړونکی غوږونو ته مانیز او آسماني غږونه واوروي او له بواطنو سره یې اشنا کړي، که نه ټول خلک په غفلت کې دي او غفلت پېر پلوري.