بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ اسلامي ډلې عراقي ستر عالم علامه مرتضى عسكري په نقش ائمه در احياى دين په لسم ټوك كې ليكي:د پېغمبر اكرم (ص) له وفات وروسته مسلمانان په دوو ډلو ووېشل شول: يوې ډلګې ويل،چې خداى د پېغمبر(ص) له وفات وروسته د مشرتابه چارې د امت پر غاړه اچولي،چې د ځان لپاره […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
اسلامي ډلې
عراقي ستر عالم علامه مرتضى عسكري په نقش ائمه در احياى دين په لسم ټوك كې ليكي:د پېغمبر اكرم (ص) له وفات وروسته مسلمانان په دوو ډلو ووېشل شول:
يوې ډلګې ويل،چې خداى د پېغمبر(ص) له وفات وروسته د مشرتابه چارې د امت پر غاړه اچولي،چې د ځان لپاره مشر او لارښود وټاكي.دا ډله د عثماني خلافت تر وروستي خليفه (١٣٣٦س-١٣٠٢ل) پورې د خلفاوو حكومتونه شرعي بولي او د اسلامي شريعت سرچېنې،قرآن،نبوي سنت او د اصحابو اجتهادات په تېره بيا د درې ګونو خلفاوو [ ابوبكر،عثمان،عمر رضى الله عنهم] اجتهادات بولي د پېغمبر اكرم (ص) سنت له هر چا چې راخلي د ” صحابي” په نامه يادېږي.
بله ډله ګروهمنه ده،چې خداى تعالى د پېغمبر اكرم له وفات وروسته د امت د لارښوونې لپاره دولس تنه امامان او وصيان ټاكلي،چې دوى پېغمبر( ص) ټاكلي او امامان يې په څرګنده امت ته ښوولي دي،دا ډله د اسلامي شريعت سرچينې قرآن او نبوي سنت بولي او د پېغمبر اكرم (ص) سنت له پېغمبر وروسته له دولسو تنو امامانو راخلي همدغسې له مؤمنو اصحابو كرامو (رضى الله عنهم) هم چې احاديث روايت شوي وي،راخلي چې دې ډلې ته اثنا عشري شيعه يا اماميه شيعه وايي.
پر دې دوو ډلو سربېره د لومړۍ هجري پېړۍ په وروستۍ څلورمه كې يوه بله ډله راوټوكېده چې ټولو مسلمانانو ته يې كافر او مشرك ويل او د ټولو پر وړاندې يې توره راوايسته چې ورته “خوارج”وايي .
له اعتقادي پلوه د لومړۍ ډلې مشهورې څانګې دا دي :
معتزله،اشاعره او سلفيه .
او د احكامو له پلوه څانګې يې دادي :
حنفيه ، مالكيه ، شافعيه او حنابله .
د ” ملل او نحل ” په كتابو كې د دوولس ګونو امامانو په لارويانو پسې لاندې ډلې هم ليكل شوي دي :
(الف) : زيديه : د دې ډلې لارويانو ځينې عقايد له اماميه شيعه و او زيات يې له اهل سنتو اخست ي او په فقهي چارو كې له امام ابوحنيفه لاروي كوي او دا په حقيقت كې يوه ډله ده،چې نه سني ده او نه شيعه؛ بلكې درېمنۍ ډله ده .
(ب) :اسماعيليه: دا ډله په لومړي وخت كې د اسلام لاروۍ وه؛خو بيا يې د اسلام پر وړاندې ځينې احكام او قوانين جوړ كړل،چې ځان يې له اسلامه وايست.
(ج) غلات: دوى د امامانو په باب “غلو” كوي او په حقيقت كې د ځانګړي دين خاوندان دي،چې په اسلام پوري څه تړاو نه لري او ډولونه يې دادي :
1 _ سبائيه
2 _ كيسائيه
3 _ غرابيه
4 _ خطابيه
5 _ مفوضه
6 _ ثالوثيه
په دې شپږو كې درې لومړۍ يې خيالي ډلې دي،چې په عمل كې نه شته يوازې په كتابو كې كښل شوي دي .
امام جعفر صادق (رض) د غلاتو په باب وايي :”د چا چې غلات ښه ايسي؛نو موږ به يې دښمنان يو او څوك چې دښمنان يې وي؛نو زموږ دوستان به وي،غلات كافران دي او مفوضه مشركين دي،پرغلاتو دې د خداي لعنت وي اوپه حقيقت كې هغوى “نصارا” يا قدريه يا مرجه يا حروريه (خوارج) دي . “
(وګورئ:علامه مجلسي بحار الانوار3/ 51 او52 مخونه د 1301 چاپ ).
د غلاتو په باب د ” اماميه شيعه ” د عالمانو څرګندونې او فتواوي:
((“اماميه شيعه ” په اجماع سره وايي چې غلات نجس دي غسل وركول او د مړي ښخول يې ناروا دي غالي ته زكوت وركول حرام دي ښځه وركول يا تري كول هم ناروا دي “
وګورئ : د اماميه شيعه وو د فتواو كتابونه لكه
1 _ جواهر 2 _ مسلك 3 _ عروه الوثقي 4 _ وسيلة الجاة الكبري ( د سيد ابوالحسن اصفهاني ليكنه )
حضرت علي (ك) ويلي دي:”هلك في اثنان مبغض قال و محب غال ، زما په باب دوه ډلې هلاكې شوې؛يوې چې له ما سره كينه وكړه او راته يې شا كړه او موږ يې پرېښودو او بله هغه چې زموږ په مينه كې يې غلو اوزياتى وكړ. “
په اماميه شيعه و كې هم دوه ډوله فقها شته چې يو يې “اصولي” او بله يې “اخباري يا “اهل حديث” دي .
د اخباري مسلك لارويان د څلور ګونوكتابو(كافي،من لايحضره الفقيه،تهذيب او استبصار،چې دا په حقيقت كې د اماميه شيعه و د احاديثو ستر كتابونه دي) ټول احاديث سم بولي؛خو اصولي محدثين او فقها يې وايي چې د هر حديث سند او متن بايد وڅېړل شي او پېغمبر اكرم او دوولس ګونو امامانو چې د حديث پوهنې لپاره كومې كچې راښوولي كه ورسره سم و، بايد ومنل شي او كه نه پرېښوول شي.
علامه مرتضى عسكري (نقش ائمه در احياى دين 9/ 10) زياتوي چې اوس اخباري فقها نه شته او ټول اصولي دي.