بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د تکفير د خپراوي په انکار کې د سترو مشرانو ويناوې کوم مطالب مو چې دلته وويل،د اسلامي مذاهبو سترو مشرانو هم ويلي او موږ هم پردې مطالبو د ټينګار لپاره يې ځينې هغه ويناوې راوړي،چې زموږ د موخو له مخې له تکفيرولو مخنيوى کوي . د اشاعره وو او […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د تکفير د خپراوي په انکار کې د سترو مشرانو ويناوې
کوم مطالب مو چې دلته وويل،د اسلامي مذاهبو سترو مشرانو هم ويلي او موږ هم پردې مطالبو د ټينګار لپاره يې ځينې هغه ويناوې راوړي،چې زموږ د موخو له مخې له تکفيرولو مخنيوى کوي .
د اشاعره وو او نورو متکلمانو وينا
د عضدالدين ايجي په المواقف کتاب او د سيدشرف الدين جرجاني په شرح کې يې،چې د راوروسته اشاعره وو له مهمو کتابونو ځنې دى، راغلي دي :
” ډېرى متکلمان او فقهاء په دې آند دي،چې د يو اهل قبله تکفيرول هم جايز نه دي “.شيخ ابوالحسن اشعري د “مقالات اسلاميين” د کتاب په پيل کې ويلي دي :”ځينې مسلمانان ځينې نور بې لارې ګڼي او کرکه ترې کوي او په پايله کې ډله ډله شول؛خو اسلام يې سره راټولوي او ټول په خپله غېږ کې رانغاړي .”
دا د اشعري مذهب دى،ډېرى اصحاب هم همدا رايه لري . له امام شافعي رانقل شوي،چې وايي : ” د يوه مذهب د لاروي شهادت هم نه ردوم؛خو د “خطابيه وو”؛ځکه د حليت په کذب ګروهن دي “.
حاکم د المختصر د کتاب خاوند په المنتقي کتاب کې له حضرت امام ابوحنيفه (ره) رانقل کړي،چې :” هغه له اهل قبله وو ځنې څوک هم نه تکفيراوه .ابوبکر رازي هم همدا راى له “کرخي” او نورو رانقل کړې ده.
هغه ويلي دي :”معتزله،چې تر ابوالحسن مخکې وو،په شخړه کې شول او زموږ اصحاب-؛يعنې اشاعره- يې په ځينو چارو کې تکفير کړل . زموږ ځينو يارانو هم ورته کار وکړ او هغوى يې په ځينو چارو کې تکفير کړل . استاد ابواسحاق اسفراييني ويلي دي : ” هر مخالف،چې موږ تکفير کړي،موږ يې هم تکفيروو او که داسې نه وي؛نو نه “.
د مواقف خاوند او شارح يې د مسلمانانو د عدم تکفير لپاره د ډېرى متکلمانو او فقهاوو راى تاييد کړې،که څه په ځينو ګروهیزو چارو کې له حق ګروهې سره مخالف هم وي؛ځکه کوم ګروهیز مسايل،چې اهل قبله پرې يو له بل سره اړپېچ لري؛لکه ايا خداى د بندګانو د کړنو پنځوونکى دى که نه ؟ ايا خداى څېره لري که نه؟ايا په آخرت کې ليدل کېږي که نه؟ ايا هغه غواړي،چې ګناه وشي که نه ؟ او دې ته ورته ټولې نظري چارې دي،چې پېغمبر اکرم (ص) به د دوى په باب تازه مسلمان شوي وګړي نه پوښتل او دې چارو ته بې له څه پاملرنې او بې له دې چې په لټه کې يې شي،د وګړيو مسلماني منله.اصحابو او تابعانو هم همداسې کول .
له دې دودونو معلومېږي،چې د وګړيو د مسلمانۍ سموالی ددې پوښتنو ځوابولو ته تم نه ده او په دې چارو کې تېروتل يې د مسلمانۍ حقيقت نه ټکنى کوي او که د وګړيو د اسلام د سموالي حقيقت په دې پورې اړه درلوده او پکې تېروتنې به د وګړيو د اسلام حقيقت ټکنى کاوه؛نو واجب به وه،چې په دې چارو کې د خلکو د ګروهې څرنګوالى وڅېړل شي؛خو پوهېږو،چې نه د پېغمبر اکرم (ص) په پېر کې،نه د اصحابو په پېر کې او نه د تابعانو په پېر کې د داسې چارو په باب څه خبره نه وه .[1]
د معتزله وو،مشبهه وو او بدعت ايښوونکيو ډلو په باب،چې د ديني متونو په تاويل کې د اجتهاد له مخې تېروتي دي، تر ويناوو وروسته وايي: ” څه چې بايد زده کړیالان ترې ډډه وکړي،له تکفيره ډډه کول دي،تر هغه وخته چې لار ورته وي؛ځکه د قبلې پر لوري د لمونځ کوونکيو او د لا اله الا الله د ويونکيو د ځان او مال مباح ګڼل ناسم چار دى او د زرو کافرو په ژوندي ساتلو کې تېروتنه،د يو مسلمان د يو څاڅکي د وينې د تويېدو له تېروتنې اسان دي .”
او پېغمبر اکرم (ص) ويلي دي : “امرت ان اقاتل الناس حتى يقولوا لا اله الا الله محمد رسول الله،فاذا قالوها فقد عصموا منى دماءهم و اموالهم الا بحقها = راته حکم شوى،چې له خلکو سره تر هغه مهال وجنګېږم،چې “لا اله الا الله و محمد رسول الله” ووايي او دا جمله يې چې وويله؛نو ځان او مال يې په امن کې دى؛خو په حقه .”
غزالي هم داسې ويلي دي : “موږ ته جوته شوې نه ده،چې په تاويل کې تېروتنه د کفر لاملېږي .دا چار دليل ته اړتيا لري ؛خو د لا اله الا الله د ويوونکيو عصمت بیخي جوت شوی دی او هېڅ څه يې نشي زايلولاى؛خو پرېکنده پوهه.همدومره بسیا ده،چې پام مو وي په تکفير کې افراط او ښنده- مبالغه د برهان د دليل مؤيد نه دى؛ځکه برهان بايد يا يو شرعي اصل وي يا د يو شرعي اصل پر بنسټ يو قياس وي.هغه شرعي اصل،چې د کفر لامل دى (د خداى او استازي يې او ….)څرګند تکذيب دى .څوک يې چې تکذيب نه کړي،بل هر چار هم چې د کذب په مانا وي،د هغه په هکله نه دى؛نو هغه د شهادت د کلمې په ويلو تر عموم عصمت لاندې پاتې کېږي .”[2]
د حنفي مذهبو فقهاوو نظر
جامع الفصولين د حنفيانو يو کتاب دى،چې پکې راغلي دي :” طحاوي زموږ له اصحابو رانقل کړي دي :هېڅ څوک له ايمانه نه وځي؛خو داچې له هغه څه منکر شي،چې ايمان ته د ورننووتولامل وي .په چا چې يقين حاصل شو،چې مرتد شوى؛نو د ارتداد حکم پرې جاري کېږي او د چا په ارتداد،چې شک و؛نو د ارتداد حکم پرې نه ورجاري کېږي؛ځکه وګړيو ته ثابت شوى اسلام په شک له منځه نه ځي او اسلام او مسلماني برلاسي دي ….
نو غوره به وي،چې په دې باب څه شکايت کوم عالم ته راوړل شي؛نو اهل اسلام دې نه تکفيروي “. زه (د جامع الفصولين خاوند) وايم : دا مطلب مې ځکه مخکې راووړ،چې د هغه ويناوو لپاره يوه کچه وي،چې په دې څپرکي کې مې رانقل کړل؛ځکه په ځينو منقولاتو کې د تکفير حکم راغلى دى،حال داچې ددې سريزې له مخې،د تکفير ځاى نه دى- پام وکړئ .”
په “خلاصه” او نورو کتابونو کې راغلي دي :چې په يو چار کې بېلابېل احتمالات وو،يو احتمال يې د تکفير لامل او نور احتمالات يې له تکفيره د مخنيوي لامل دي؛نو مفتي بايد د هغه احتمال اړخ ونيسي،چې له تکفيره مخنيوى کونکى دى او هغه بايد مسلمانانو ته حسن ظن ولري .
په بزازيه کې زيات شوي دي : ” خو داچې وګړى ټينګار وکړي ،چې د يو مطلب اراده يې کړې ده،چې د کفر لامل دى ؛نو په دې بڼه کې به تاويل ته څه ځاى پاتې نشي .” د بېلګې په توګه : که څوک د يو مسلمان وګړي د دين د سپکاوى وکړي،په يوه احتمال دا سپکاوى د دين سپکاوي او استخفاف په مانا دى؛نو د کفر لامل دى او په بل احتمال مراد يې د مسلمان پرېوتي اخلاق او ناوړه چلن دى – نه په خپله د دين سپکاوى – په هر ځاى کې،چې په کفر کې اختلاف وي؛نو خبره بايد په ښه محمل حمل کړو که څه پر يوه ضعيف روايت ډډه وهل وي؛نو ډېرى په کفر ککړ لغات ،چې په کارېږي؛له مخې يې د تکفير حکم ورکولای نشو او ژمن يم،چې په دې اقوالو هېڅکله د تکفير حکم صادر نه کړم ….”[3]
ابن عابدين په ردالمختار کتاب کې له خير رملي نقل کړي، چې هغه د بحر د خاوند په دې وينا (که څه په ضعيف روايت ډډه وهل وي) پسې ويلي دي : ” که څه روايت زموږ له غيرمذهبانو هم وي. دليل يې دادى،چې شرط شوى دى،چې د هغه څه انکار د کفر لامل دى،چې د مسلمانانو پرې اجماع وي .”[4]
حنفي څېړونکى،کمال الدين بن الهمام وايي :” د مذهبيانو په خبرو کې د تکفير حکم خورا زيات دى؛خو دا يوه هم د مجتهدانو اوفقيهانو خبره نه ده او دا احکام غير فقهاوو ويلي او پر خبرو یې ډاډ نشته .”[5]
د مالکي مذهبو فقهاوو ويناوې
د مالکي مذهبو د نظريو په رانقلولو کې يوازې د شاطبي د نظر په رانقلولو بسيا کوو :د الاعتصام په کتاب کې د بدعتپالو او کوږ اندو تر یادولو وروسته وايي :” اسلامي امت ددې فرقو،چې بدعتونه يې کړي،د لارويانو د تکفير په باب اړپېچ لري؛خو څه چې سم برېښي او له روايتونو سره ډېر همغږي دي،د هغوى پر تکفير د پرېکندتوب نشتوالى دى او دې مطلب ته دليل مو د صالح سلف عمل دى .
نه ګورئ،چې حضرت علي –رضى الله عنه- له خوارجو سره څنګه چلن وکړ ؟ آنحضرت ورسروه د اسلاموالو په څېر چلن وکړ،د خداى د وينا له مخې، ” وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا [6]= او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ “
چې حروريان (خوارج) راټول شول او د مسلمانانو له ټولي بېل شول؛نو آنحضرت پرې بريد و نه کړ او ورسره و نه جنګېد او که هغوى په خپلو وتو مرتد شوي وو؛نو حضرت علي (ک) به کله هم نه وو پرېښي؛ځکه پېغمبر اکرم (ص) ويلي دي :” من بدل دينه فاقتلوه = چاچې خپل دين بدل کړ؛نو ويې وژنئ .”
حضرت ابوبکر – رضي الله عنه- هم،چې له اهل رده سره جګړې ته راووت؛هغوى يې پرې نه ښوول؛ځکه دې دوو ډلو توپير درلود ،معبد جهني او اهل قدر هم چې راښکاره شول؛نو صالح سلف يې يوازې په شاته کولو،شړلو،دښمنۍ او ورسره په کرکې بسیا وکړه او که په خپلو وتو یې پر محض کفر لاس پورې کړى و؛نو د مرتد حد به پرې جاري کېده . عمر بن عبدالعزير(رض) هم په موصل کې د خپل پېر د حروريانو (خوارجو) له وژنې ډډه وکړه؛لکه څنګه چې حضرت علي (ک) ويلي وو،چې د مرتدانو چلن ورسره و نه کړئ .
خو د مانا له پلوه :که څه وايو : هغوى د فتنې او تاويلپالۍ له مخې د خپلو ځاني غوښتنو او د قرآن کريم د متشابهاتو لارويان دي؛خو هغوى يوازې د ځاني غوښتنو لارويان نه دي او په بشپړه توګه د قرآن له متشابهاتو لاروي نه کوي ؛ځکه که داسې وه؛نو کافر ګڼل کېدل؛ځکه په اسلامي شريعت کې دا چار يوازې هغوى کوي،چې د عناد له مخې د قرآن محکمات نفې کوي،چې البته دا چار کفر دى؛خو څوک چې اسلامي او محمدي شريعت تصديقوي، بالاخره د وفاق پر لوري دي؛لکه څنګه چې د حضرت علي –رضي الله عنه- د زمانې دوه زره خوارج هم ورستانه شول؛که څه زیاترو يې داسې و نه کړل .[7]
د شافعي مذهبي فقهاوو نظر
د ابوحامد غزالي نظر مو راووړ،چې هم د شافعي مذهب له مشرانو ځنې دى او اشعري عالم دى،دلته به د نورو شافعي مذهبو علماوو نظر راوړو :
د صحيح مسلم په شرح کې د نووي ويناوې
“پوه شئ ! د حقوالو د مذهب له مخې،يو اهل قبله هم د ګناه په پار نه تکفيرېږي، اهل هواء او بدعتپال هم (لکه خوارج او معتزله او …) هم نه تکفېرېږي .څوک چې د اسلام له اړتياوو ځنې له يوه منکر شي،مرتد او کافرېږي؛خو داچې نوى مسلمان شوى وي او يا په لرې بيديا کې لوى شوى وي يا داچې له هغو وګړيو ځنې وي،چې دا چارې ترې پټې پاتې وي . په دې ترڅ کې لومړى يې سمه عقيده ورپېژندل کېږي که بيا يې هم ترې انکار وکړ؛نو د کفر حکم پرې کېږي همداراز که څوک د زنا، شرابخورۍ وژنې او نورو محرماتو پر حلالوالي قايل وي،چې د اسلام له اړتياوو ځنې دي .”
ابن حجر په تحفه کې وايي :”غوره ده،چې مفتي تر شوني بريده د وګړيو په تکفيرولو کې احتياط وکړي؛ځکه تکفيرول خطرناک چار دى او په دې چار کې ډېرى کفرويونکي – په تېره بيا عوام وګړي – کوټلي هوډ نه لري.پخواني او اوسني شافعي مشران مو په همدې نظر وو،پر خلاف د حنفي مذهبي مشرانو،چې د تکفيرولو حکم يې ډېرو ځايونو ته ورپراخ کړ،حال داچې هغه ځايونه د تاويل وړ دي؛بلکې غير کفر ککړې مانا ترې راولاړه ده.”
هغه بيا له زرکشي د حنفيانو له نظره د تکفير د پراخوالي لاملونه رانقلوي وايي : ” ډېرى موارد،چې د تکفير د لاملونو په باب د فتواوو په کتابونو کې راغلي ،له حنفيه مشايخو روایت دي او راوروستي او پرهیزګاران یې له دې نظرياتو سره مخالف او ترې منکر دي او وايي :له دې وګړيو تقليد جايز نه دى؛ځکه دوى په اجتهاد پېژندل شوي نه دي او دا څرګندونې يې د امام ابوحنيفه پر يوه کتاب هم نه دي مستندې کړي؛ځکه د ابوحنيفه له عقېدې سره په ټکر کې دي .امام ابوحنيفه وايي : زموږ په نزد بنسټيز اصل ايمان دى،چې یوازې د یقین پر خلاف یو څیز یې نفې کوي .”
دې مطلب ته بايد پاملرنه وکړو او هغوى چې مسلمانان تکفيروي،بايد له موږ او حنفيه پرهیزګاروعلماوو دې لرې وي؛ ځکه وېره ده، چې د مسلمانانو په تکفيرولو په خپله په کفر اخته شي .
زموږ ځينې څېړونکيو (شافعيانو) او هغوى (حنفيانو) خورا ارزښتمې ويناوې کړې دي : ابوزرعه،چې له راوروستیو څېړونکيو ځنې دى،ويلي دي :که څوک ووايي،چې د خداى په پار مې پرېږده او هغه ځواب ورکړي،چې ته مې د زرو خدايانو په پار پرېښوولې؛نو د کفر حکم يې نه شو ورکولاى؛ځکه مراد يې دادى،چې په زرو الهي لاملونو يا په زرو الهي خوشې کولو مې پرېښوولې،که څه د لفظ ظاهر دا نه وايي؛خو تر شوني بريده دې انسانانو ته له سزا ورکولو ډډه وشي په تېره په هغو ځايونو کې،چې ددې خبرې ويونکى په ناوړه عقيده نه وي پېژندل شوى؛خو دا چې د ناوړه وينا د ظاهر له امله تاديب شي .”[8]
د حنبليانو څرګندونې
دلته به يوازې د امام ابن تيميه د ويناوو په رانقلولو بسيا وکړو ،څوک چې له بدعتپالو سره په سخت دريځۍ او شدت عمل مشهور و.شيخ الاسلام ابن تيميه وايي : “د ګناه کولو په پار او هغو ګروهیزو تېروتنو له امله د مسلمانانو تکفيرول جايز نه دي،چې مسلمانان پکې اختلاف لري،ان بې لارې خوارج هم،چې پېغمبر اکرم (ص) ورسره د جګړې حکم ورکړى و او اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب (ک) يو له راشده خلفاوو ځنې ورسره وجنګېد او ټولو صحابه وو،تابعانو او نورو ديني مشرانو يې ورسره د جګړې لپاره يوه خوله وو؛خو سره له دې حضرت علي ابن ابيطالب (ک) او حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) او نورو صحابه وو تکفير نه کړل او سره له دې،چې ورسره وجنګېدل؛خو مسلمان يې ګڼل او علي (ک) ورسره جګړه پیل نه کړه،تردې چې هغوى د مسلمانانو وينې تويې کړې او د خلکو شتمنۍ يې چور کړې؛نو په دې وخت کې د ظلم د لرې کولو او بريد د تمبونې لپاره ورسره وجنګېد،نه د کافرتوب په پار يې؛نو ځکه يې د هغوى ښځې اسيرانې نه کړې او د هغوى مالونه يې غنيمت نه کړل .”
په هغه ځاى کې،چې د يوې ډلې بې لارې په نص او اجماع جوته شوې وي او خداى او استازي (ص) يې ورسره د جګړې حکم ورکړى وي؛نو نه تکفيرېږي؛نو د هوډ پر وړاندې دریځ خو څرګندوي،چې په ځينو ځايونو کې – چې ان د هغوى ډېر تېروتي دي – حق پرې مشتبه دى. يوه مسلمانه ډله هم نه شي کولاى،چې بله مسلمانه ډله تکفير کړي،کېداى شي ددې ډول تکفيرول بدعت خورا سخت وي.حقيقت خو دادى،چې ډېرى کږلاري،هغه وګړي دي،چې په حقيقت د نه پوهېدو او د حقيقت په پوهه کې د ناپوهۍ له امله يې اړپېچ پيدا کړى دى.اصل دادى،چې د مسلمانانو ځان،مال او پت پر يو بل حرامه دي او بې د خداى او استازي له اجازې یې نه حلالېږي .
که يو مسلمان له ديني متونو د ناسمې اخستنې او تاويل له مخې،له بل مسلمان سره وجنګېږي يا يې تکفير کړي؛نو نه کافرېږي؛لکه څنګه چې حضرت عمر بن الخطاب (رض) د خاطب به ابي بلتعه په باب پېغمبر اکرم (ص) ته وويل : رسول الله (ص) ! اجازه راکړئ،چې ورمېږ يې ورغوڅ کړم . پېغمبر اکرم (ص) وويل : دا هغه دى،چې په بدر کې حاضر شوى و او ته څه پوهېږې،کېداى شي خداى بدريانو ته ويلي وي،چې :” څه مو خوښه وي و يې کړئ،مابښلي ياست .” دا حديث په صحيحينو کې راغلى دى .
او بيا په صحيحينو کې راغلي دي :سيد بن خضير(رض)، سعد بن عباده (رض) ته وويل : ته منافق يې او د منافقانو دفاع کوې !دواړه سره دښمنان شول او بيا يې پېغمبر اکرم (ص) په منځ کې روغه وکړه .
دا بدريان دي،چې ځينو يې پر ځينو تور ولګاوه او ويې ويل،چې ته منافق يې؛خو پېغمبراکرم (ص) دوى تکفير نه کړل؛بلکې ټولو ته يې د جنت وعده ورکړه .همداسې دي په صفين او جمل کې پخواني جنګېدلي مسلمانان،سره له دې،چې هغوى ټول مسلمانان او مؤمن وو،لکه څنګه چې خداى په باب وايي :
” وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا [9]= او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ “
” إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ [10]=په حقيقت كې مؤمنان يو د بل وروڼه دي؛نو د خپلو وروڼو ترمنځ (چې كله اختلاف پيدا كړي) روغه وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ،ښايي پر تاسې رحم وکړاى شي .”
خداى ويلي هغوى چې يو له بل سره جنګېدلي او پر يو بل يې بريد کړى،يو د پل مؤمن وروڼه دي او حکم يې کړى،چې ترمنځ يې په عدالت چلن وشي .[11]
د زيديه او خپلواک مشرانو ويناوې
په تېرو مخونو کې مو د ابن الوزير د ويناوو مهمه برخه رانقل کړه .دلته هم له السيل الجرار نه د امام شوکاني ځينې ويناوې رانقلوو :
پوه شئ، کوم مسلمان چې پر خداى او د قيامت پر ورځې ايمان لري ورته روا نه ده، چې له اسلامه د مسلمانانو د وتو او کفر ته يې د ورننووتو حکم ورکړي؛خو داچې د لمر په څېر روښانه دليل يا برهان ولري؛ځکه په صحيحو حديثونو کې او له يوې ډلې صحابه وو رانقل شوي دي،چې “من قال لاخيه يا کافر فقد باء بها احدهما =څوک چې خپل ورور ته ووايي : کافره!نو يو له هغوى ځنې پرې ککړى شوى دى.” (؛يعنې که رښتيا وي؛نو هغه کافر دى او که پر ناحقه يې ويلي وي؛نو په خپله ويونکى يې کافر شوى دى)
په يو صحيح حديث کې داسې راغلي او په صحيحينو او نورو کې په نورو الفاظو راغلى دى : “من دعا رجلا بالکفر او قال عدوالله و ليس کذلک الا حارعليه –اى رجع- و فى لفظ فى الصحيح فقد کفر احدهما = څوک چې چاته د کفر په لقب غږ وکړي يا ورته ووايي : (د خداى دښمنه) او هغه داسې نه وي؛نو دا وینا يې خپل ځان ته ورګرځي يا په بل تعبير : يو یې بیخي کافر دى .
دا ډول او ورته حديثونه ستر نصحيتونه او د لارې خنډونه دي،چې د نورو په تکفيرولو کې یې بيړه و نه کړه .خداى تعالى ويلي دي :
” وَلَـكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا [12]= خو چاچې (په خوښه خپله) سينه كفر ته پرانسته “
بايد د کفر پر وړاندې پراخه سينه،ارام روح او ډاډمن زړه ولرو. شرکي ګروهې مو چې غوږو ته رارسي،اعتبار نه لري په تېره چې ويونکى یې له اسلام سره د مخالفت په باب جاهل وي او کوم اعمال،چې کوي، له اسلامه د وتو او کفر ته ورننووتو هوډ پرې و نه لري،دا راز کفر لړلي الفاظ که د يوه مسلمان له خولې راووځي؛خو ويونکى يې په مانا او مفهوم ګروهه نه لري؛نو د اعتبار وړ نه دي .[13]
شوکاني ددې کتاب په يو بل ځاى کې،د وضوء النهار د خاوند په دې غونډله د تعليق ترڅنګ “و المتاول کالمرتد و قيل کالذمى “وايي : تاويل ګر د مرتد حکم لري او ځينو ويلي،چې د ذمي حکم لري “. په دې کوټليو او عبرتناکو جملو يې ويلي:”دلته دي،چې بايد اوښکې تويې شي او اسلام او مسلمانانو ته وير وشي،چې په دين کې تعصب د ډېرى مسلمانانو پر سر څومره جنايتونه کوي او د کفر ټاپې وهي؛نه د سنتو پر بنسټ او نه د قرآن د آيت له مخې،نه د خداى د کلام په استناد او نه د کوم دليل او برهان له مخې؛بلکې د ديني تعصب د دېگ خوټېدو او په مسلمانانو کې درز اچونې ته د شيطان د بري په پار،چې د يو بل په باب نسبت يې ترمنځ يو لړ القائات ورشيندلي دي ؛لکه خس ،چې په هوا کې او سراب په بيديا کې وي .نو خدايه ! د مسلمانانو پر حال ژړا په کار ده ددې بلا په پار،چې دين ته خورا ملاماتوونکې ده او مسلمانانو ته یو بې سارى کړاو دى او که لږ عقل هم درپاتې وي او لږ الهي مراقبت درسره وي او اسلامي غيرت ولرې،پوهېږې او ټول هغه وګړي ،چې د اسلام له فرهنګ سره اشنا دي،پوهېږي،چې ” پېغمبر اکرم (ص)د اسلام په باب وپوښتل شو.آنحضرت (ص) يې د حقيقت او مفهوم په باب وويل :” انه اقامه الصلاة و ايتاه الزکاة و حج البيت و صوم رمضان و شهادة ان لا الا الا الله = لمونځ وکړي،زکات ورکړي،د خداى د خونې حج ته ولاړ شي،د رمضان د مياشتې روژه ونيسي او شهادت ورکړي،چې بې له ايکي يو خدايه بل خداى نشته .”
په دې مانا احاديث خورا ډېر دي . څوک چې دا پينځګوني ارکان ومني او سم يې پر ځاى کړي،د ټولو منکرانو په درلودلو بیا هم ،مسلمان دى هر څوک چې وي او هر څوک،چې د پېغمبراکرم (ص) د وينا پر خلاف بې بنسټه او ناپوهه خبره کوي؛نو پر مخ يې ور وولئ او ورته ووياست : پرتې دې له ځان سره کېږده،دا هماغه د حمد بن عبدالله –صلوات الله و سلامه عليه- برهان دى .
“دعوا کل قول عند قو محمد فما آمن فى دينه کمخاطر”
(هر خبره د محمد وينا ته پرېږدئ،چې څوک په خپل دين کې ډاډمن دى؛د هغه په څېر نه دى،چې په خطر کې دى)
لکه څنګه چې ددې پينځګونو ارکانو د پر ځاى کوونکيو په باب د رسول الله (ص) حکم تېر شو،آنحضرت (ص) د هغو وګړيو پر ايمان حکم ورکړى،چې پر خداى، پرښتو،کتابونو،الهي پېغمبرانو،قضا او قدر یې که شر وي او که خير ايمان ولري او دا خبره ترې متواتره رانقل شوې ده؛نو څوک چې داسې وي،حقيقتا مؤمن دى .
او موږ لږ مخکې هغه دلايل وويل،چې د مسلمانانو تکفيرول منع کوي او د هغوى د پت ساتلو وجوب مو هم وويل،چې په دين کې ورته په هره وسيله له پېغور ورکونې مخه نیسي؛دا خو لا لرې خبره ده،چې له دينه يې بهر کړو او کفر ته يې وردننه کړو؟دا هغه جنايت دى،چې سارى نه لري او هغه سپين سترګي ده،چې ساری نه لري .دا خړ سترګي،چې خپل ورووڼه تکفيروي چېرته او د رسول الله (ص)دا وينا چېرته؟،چې وايي :” المسلم اخوالمسلم لا يظلمه و لا يسلمه =مسلمان د مسلمان ورور دى؛نه پرې ظلم کوي او نه يې (دښمنانو) ته سپاري .”
او دا هم د سرورکائنات حضرت محمد مصطفى (ص) وينا ده، چې : ” سباب المسلم فسوق و قتاله کفر = مسلمان ته کنځل فسق او ورسره جنګېدل کفر دى .”
همداراز بله وينا يې ده :” ان دمائکم واموالکم و اعراضکم حرام = په تحقيق،چې وينې مو،مالونه مو او پت مو حرام دی.”
دا احاديث سم دي .
دا ډول سم احاديث خورا ډېر دي او همداراز په دې باب خورا قرآني آيتونه راغلي او ښيون – هدایت د خداى په لاس کې دى :
” إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ =په حقيقت کې ستا،چې چاته خوښه وي (؛نو) ته ورته (په زوره) سمه لار نشې ورښووای؛خو د خداى،چې چاته خوښه شي،سمه لار ورښيي او پالونكى دې سم لاري ښه پېژني .[14] “
دا ویناوې مې په لوى لاس ځکه اوږدې راوړې،چې پرهغوى لار وروتړي،چې د “لا اله الا الله” د يونکيو له تکفيرولو هېڅ وېره نه لري . هغوى بايد له خدايه وډارېږي،هم په خپل حق کې او هم د مسلمانانو په حق کې او له فتنې اچونې دې ډډه وکړي،چې د هغو وينو د تويېدو او د هغو شتمنيو د له منځه تلو لامل دى،چې د شهادتينو په کلمې يې خوندېينه لاس ته راوړې ده او نه بايد د مذهبي اختلاف او په عملي چارو کې د نظر د اختلاف په پار په فتنه لاس پورې کړو ولا حول ولا قوة الا بالله ….”[15]
و آخر دعوانا ان الحمدلله رب العالمين
دوحه،١٤ جمادي الاول ١٤٢٦ هجري،١٢ جون ٢٠٠٥ زېږديز
د پالونکي بښنې ته اړمن،يوسف قرضاوي
[1] . وګ : المواقف او همداراز شرح يې اتم ټوک،٢٣٩ او ٢٤٠ مخونه .
[2] .الاقتصاد فى الاعتقاد،٢٢٣ او ٢٢٤ مخونه د بيروت د دارالکتب چاپ .
[3] .البحر الرائق٥/١٣٤ او ١٣٥ مخونه .
[4] .حاشية رد المختار ٣/٣٩٩ مخ د استانبول چاپ .
[5] .هماغه سرچينه ٣/٤٢٨ .
[6] .حجرات /٩
[7] .شاطبي،الاعتصام٣/٣٣ او ٣٥ مخونه ،د المنار چاپ .
[8] .تحفة المحتاج ٤/٨٤.
[9] .حجرات /٩
[10] .حجرات /١٠
[11] .مجموعة رسائل ابن تيميمه ٣/٢٨١ مخ .
[12] .نحل /١٠٦
[13] .السيل الجرار ٤/٨٠
[14] .قصص /٥٦ . (له السيل الجرار ٤/٥٨٤-٥٨٥ مخونو د نقل پاى)
[15] .ددې بيانيې او فتوا په دوام کې ښاغلي قرضاوي د د فتوا د فرهنګ او د فتا د شرايطو په باب له سلف صالح او سترو اسلامي علماوو نه خورا ارزښتمن ټکي او مطالب رانقل کړي دي،چې د مطلب د اوږدېدو په پار مو له راوړلو يې ډډه کړې ده او ګران لوستونکي کولاى شي،ددې فتوا د پوره متن د لوستو لپاره د “د اسلامي مذاهبو د پيوستون نړيوالې ټولنې” وېبپاڼې : “www.taghrib.ir” ته مراجعه وکړي .
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- امام محمد غزالي
- اندیال سایت
- ځينې مسلمانان ځينې نور بې لارې ګڼي
- د اسلامي مذاهبو سترو مشرانو
- د اشاعره وو او نورو متکلمانو وينا
- د تکفير د خپراوي په انکار کې د سترو مشرانو ويناوې
- د حنبليانو څرګندونې
- د زيديه او خپلواک مشرانو ويناوې
- د شافعي مذهبي فقهاوو نظر
- د صحيح مسلم په شرح کې د نووي ويناوې
- د مذهبيانو په خبرو کې د تکفير حکم خورا زيات دى
- د مسلمانانو وحدت
- د مسلمانانو یووالی
- د مسلمینو وحدت
- د مسلمینو یووالی