تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع:  عقل ژبه، د عقل ژباړنه ده. پوهه، د عقل مشال دی. بریا، د عقل مرستندوی دی. ځانمني، عقل تری تموي. پوهه، د عقل نښه ده. ادب، د عقل انځور دی. ځانمنی، عقل نه لري. هیله، د عقل دښمنه ده. پوهه؛ پوهېدنه، فهم […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه ویناوې

موضوع عقل

ژبه، د عقل ژباړنه ده.

پوهه، د عقل مشال دی.

بریا، د عقل مرستندوی دی.

ځانمني، عقل تری تموي.

پوهه، د عقل نښه ده.

ادب، د عقل انځور دی.

ځانمنی، عقل نه لري.

هیله، د عقل دښمنه ده.

پوهه؛ پوهېدنه، فهم او عقل راوړي.

زغم، ټول عقل دی.

انسان د خپل عقل هومره دی.

هیله، د عقل دښمنه ده.

هر چار په عقل سمېږي.

د انسان پاکوالی، په عقل یې دی.

د عقل پایله؛ استقامت دی.

حکمت په ژور عقل پیدا کېږي.

له ډېرې غوسې، عقل سپکېږي

عقل په هر ځای کې لورین او ټولمنلی دی.

عقل هغه ونه ده، چې مېوه یې سخا، ورکړه او حیا ده.

ښه خوی، د عقل یوه مېوه ده.

دین یوازې د عقل په ځواک سمېږي.

غوسه، عقل تباه کوي او له سمسمکۍ لرې کېږي.

د الله تعالی یاد، د عقل لارښود او د ځان بصیرت دی.

پوهه، د عقل چراغ او د غوراوۍ سرچینه ده.

عقل یو ستر شرافت دی، چې نه زړېږي.

وفا، د عقل ښکلا او د ستریا نښه ده.

ادب و دین، د عقل پایله ده.

عقلمن هغه دی، چې هوس په عقل وځپي.

ژبې ته مو پام وسه او په لراندنې، تقوا او عقل یې کابو کړئ

رښتیا، ته په خپل عقل سنجول کېږې؛ نو په پوهې یې تزکیه او پاک کړه.

رښتیا، شرافت په عقل و ادب دی، نه په مال او نسب.

چې عقل پوخ او پوره شي؛ نو خبرې کمېږي.

ښوونه، د عقل پاکۍ ته غوره مرستندویه ده.

چې عقل پوره شي، شهوت کمېږي.

له ځانه خوښي، د عقل تباهي ده.

د انسان اند، د ده د عقل کچه ده.

د عقل زیاتوالی، ژغورنه ده.

ځاني غوښتنې، د عقل د تباهۍ لامل دی.

د انسان دوست، د ده د عقل او خبره یې د غوراوۍ نښه ده.

خپل عقل په ادب بل کړئ؛ لکه اور چې په خسو بلوئ.

نفس له دنیوي سینګارونو منع کول، د عقل مېوه ده.

د هوسونو منل، عقل تباه او فاسدوي.

د عقل خورا ناوړه آفتونه، ځانمني ده.

ادب، د عقل ښکلا ده.

د خلکو ښکلا، په عقل ده.

د انسان ګومان یې د عقل هومره دی.

په ناوړه عمل، د خیر غوښتل، د عقل او حس تباهي ده.

-د عقلمن ګومان، د ناپوه تر ډاډه، ډېر سم دی.

سخا او بخشش خپل خوی کړه، چې د عقل پایله ده.

عقل پیدا کړه، چې ګټوره شتمني ترې نشته.

(د الله تعالی) طاعت، د عقل هومره دی.

د پوهانو عقل یې د لیکنو په عظمت کې دی.

د انسان د فضیلت او غوراوي نښه، عقل او ښه خوی دی.

د انسانیت مطلب، د انسان ښه عقل دی.

د فضایلو مېوه، عقل دی.

د عقل پرېماني، د عدالت کارونې لاملېږي.

د عقل پرېماني، د بدیو مخنیوي کوي.

هغه عقل بې حکمته دی، چې په غوسې او شهوت لاسبر نشي

چاچې خپل عقل په ټګیو پسې ولېږه؛ نو ځان یې وغولاوه

پوهه، عقل ته لارښوونه کوي؛ نو څوک چې پوه شو، عقلمن شو.

پوهه، انسان ژوندی کوي، عقل ته رڼا ورکوي او ناپوهي تری تموي.

د ځيرک ځانګړنې دا دي: عقل یې آر، مړانه یې چلن او دین یې بنسټ او سټه ده.

عقل او پوهه یو له بل سره تړلي، نه بېلېږي او نه لرې کېږي.

د ژبې تله، په عقل درنېږي او په ناپوهۍ سپکېږي.

د الله تعالی یاد، د عقل رڼا، د ځانونو ژوندي کوونکی او د زړه ځلا ده.

په انسان کې ادب؛ لکه هغه ونه چې جرړه او آر یې عقل دی.

پر ځان د انسان نیوکه؛ د عقل مزبوته ګواهي او د پرېمانه فضیلت نښه ده.

عقل ګټه، پوهه سرلوړي او صبر وسله ده.

نفسونه خوشې او ایله دي؛ خو د عقل لاسونه یې له بدیو ژغوري.

عقل د مؤمن دوست، پوهه یې مرستیاله، صبر یې لښکرمشر او سمچاري یې ارزښتمني ده.

عقل د الله تعالی د لښکر بولندوی او هوس د شیطان د لښکر مشر دی او نفس د دواړو ترمنځ د کشش په حال کې دی؛ نو له دوی چې هر یو لاسبر شو، نفس یې تر ولکې لاندې دی.

عقل و شهوت یو د بل مخالف او پوهه د عقل ملاتړې ده، هوس د شهوت سینګاروونکی دی او دواړه د نفس پر سر اړپېچ لري؛ نو هر یو چې پر بل لاسبر شي؛ نفس هماغې لورې ته ورماتېږي.

خلک کمعقلان شوي او عقل ته یې نقصان رسېدلی؛ خو داچې الله پاک یې له هغو خلکو پاک کړي، چې پوښتي او مطلب یې د خلکو ښويېدنه ده او هغه چې ځواب ورکوونکی دی، رنځورېږي او نژدې ده، هغه چې نظر یې تر نورو څرګند دی، د خوشحالۍ او غوسې له نظره واړوي او هغه چې تر نورو خورا سخت دی، د سترګو کونجونه یې دردمن او په یوې کلمې له ځایه پاڅي.

عقل پوخ کړه، واګې دې په لاس کړه، له نفس سره دې مبارزه وکړه او د ځان په باب، له شیطان سره جګړه وکړه، اخرت ته ورمخه او یوازې الله تعالی ته هڅاند وسه

غیرت، ځیرکي، لاس کارونه او تونده ژبه دې کابو کړه او تر هغې چې غوسه دې سړېږي او عقل دې سر ته راځي؛ نو په دوی ټولو کې له بېړني هوډ او ځواک ښودنې ډډه وکړه.

د خپل نفس له مخالفت سره ورمخ کړه؛ مطلب مې هغه نفس ته ورمخ کول دي، چې فضیلت ولري او ستا په عقل رڼاوي او ستا د طبیعي غوښتنو ترمنځ پرده وي او مطلب مې له نفس سره د مخالفت له ورشا کولو؛ پر بدیو امر کوونکی او له سرغړونې سره یو لاسېدل دي (چې نباید لاروي یې وشي).

له دنیا وتښتئ او زړونه مو ترې واړوئ، چې دنیا مؤمن ته زندان، برخمني یې ترې لږه، عقل یې پکې رنځور او لیده کاته یې نیمګړي دي.

په هغه څیز کې له خبرو کولو ډډه وکړه، چې لار، طریقه او دود یې نه پېژنې او نه یې پر حقیقت پوهېږې، چې خبره دې، د عقل دلیل او عبادت دې، د معرفت څرګندوی وي؛ نوځکه د خوندیتوب تر بریده دې، ژبه کابو او ښې خبرې دې لنډې کړه، چې دا (دریځ) درته ښکلی او ستا پر فضیلت یو دلیل دی.

له هوسه لرې نظریات او افکار، عقل ته خورا ورنژدې اندنې دي.

د عقل پر ډېروالي غوره دلیل؛ ښه اند او ښه تدبیر (درلودل) دي.

ډېر پښېمانه او ډېر ټپسوري شوي؛ بېړندوی احمقان دي، چې عقل یې د کار پای ته رسېدو روسته، سر ته راځي.

ناپوه، د الله تعالی دښمن دی؛ ځکه د عقل نعمت چې الله تعالی خپل مخلوق ته ورکړی، دا ترې بې برخې دی.

رښتیا، د الله تعالی پوخ عقل او سمې کړنې خوښې دي.

رښتیا، چې نشتمني او نشتمني د ځان د خوارۍ، د عقل د سرګردانۍ او د غمونو د راپېټي کېدو وزله ده.

رښتیا، الله پاک چې چاته سم عقل او سمې کړنې ورکړي؛ نو خپل نعمت یې پرې ورښکاره کړی او ستر منت یې پرې ورایښی دی.

رښتیا، عقلمن هغه دی، چې عقل یې د ښیون په لار او اند یې په زیاتوالي کې وي؛ نو د دغسې یوه تن نظر سم او کړنه یې ستایلې ده.

رښتیا، د الله تعالی په نزد هغه غوره دی، چې عقل یې ژوندی او شهوت یې مړ او ځان، د خپل اخرت سمونې ته کړوي.

رښتیا، څوک چې تا ستایي، عقل دې غولوي او په بې ځایه ستاینو او دروغو خیانت درسره کوي؛ نو که خپله ورکړه ترې واخلې یا ورته له ورکړې لاس واخلې؛ نو د هرو بدیو نښه به دې کړي او هر قباصت به درپورې تړي.

په چا کې چې کوم ښه خوی ښکاره شي؛ نو ددې خوی په پار یې منم او څه چې ترې ورک شوي، بښم یې؛ خو د عقل له لاسه ورکونه او د دین نه درلودل نه بښم؛ ځکه له دینه لرېوالی، له امنیته جلا والی دی او له ډار او بدزړۍ سره ژوند خوندور نه دی. د عقل نشتون، د ژوند نشتون دی او نه ښایي له مړیو سره و اوسو.

چې الله تعالی کوم بنده ته ښه وغواړي؛ نو پوخ عقل او سم چلن ورپر برخه کوي.

چې واکمن، خپله واکمني د عدل پر بنسټ او د عقل پر ستنو ودروي؛ نو الله تعالی یې له دوستانو سره لاسنیوی کوي او دښمنان یې ذلیلوي.

چې الله تعالی له کوم بنده کوم نعمت اخستل وغواړي؛ نو لومړی یې عقل اړوي او د عقل نشتون ورته تر هر څه ستونزمن دی.

چې کوم څيز په خپل عقل بد ګڼې؛ نو د عقلمن نظر ومنه، چې له بد ګڼل شوي دې جلا کړي.

چې عقلمن بوډا شي، عقل یې ځوانېږي او بې عقله چې بوډا شي، ناپوهي یې ځوانېږي.

چې څه درسره نه ښايي، ډډه کول ترې، ستا عقل پوره کوي.

رالېږل شوی، د رالېږل شوي د عقل ښکارندوی دی.

د انسان عقل په درېیو څیزونو سنجول کېږي: شتمني، واکمني او کړاو.

له خپل شهوت سره جهاد وکړه، پر خپلې غوسې لاسبر شه، له خپل بدخوی سره مخالفت وکړه او عقل دې پوره کړه، چې له خپل پالونکي پوره اجر واخلې.

ښې خبرې، د عقل د پرېمانۍ دلیل دی.

له حکیمانو سره کېنه، چې عقل دې پوره، ځان دې قیمتي او ناپوهي دې وڅنډل شي.

دنیاپالي، عقل پوپناه کوي، زړه له حکمت اورېدو کڼوي او د دردناک عذاب لامل دی.

د انسان حسب (خېل) په عقل یې او مړانه یې په ښه خوی ده.

د انسان ویاړ، پوهه او ښکلا یې عقل دی.

د عقل حقیقت، د چارو پای ته کتل او د تقدیر پر بهیر خوشحالېدل دي.

هر عقل چې د شهوت په لومه کې ونغښت،له حکمت بې برخې شو.

له هوس سره په مخالفت او له دنیا په ګوښېدو، عقل ساتل کېږي.

د انسان استازی یې د عقل استازولي کوي او لیک یې تر وینا څرګندویه ده.

استازی دې د عقل استازی او زغم دې د زغم نښه ده.

د عقل مړانه، په ښادۍ او خپګان کې ازمېښتېږي.

له ځانه د انسان خوښي یې د عقل د سپکوالي نښه ده.

په شپږو څیزونو د خلکو عقل ازمېښتېږي: په غوسه کې زغم، د لېوالتیا پرمهال منځلاري، له الله تعالی په ډار او هر حال کې زغم، ښه چلن او ډېرې لانجې نه کول.

بیړه دې ځنډنی، توندي دې نرمه او بدي دې ښه او عقل دې پر هوس لاسبر کړه، چې عقلمن شې.

د هر چا ملګری یې خپل عقل او دښمن یې خپله ناپوهي ده.

په ډېر غوښتنو کې، د عقل تباهي ده.

بېلارېتوب، عقل له سمې لارې لرې کوي او اخرت تباه کوي.

د عقل بېلارېتوب، ستره بې لاري ده او د ناپوهۍ خواري، ستره خواري او ذلت دی.

د ځاني غوښتنو او هوسونو لاسبري، عقل او دین له منځه وړي او تباه کوي.

د عقل له لاسه ورکول، بدمرغي ده.

په چلونو تېروتل، د عقل تباهي ده.

باید (د هر قوم) بیرغچي (=مشر) خپلو خلکو ته رښتیا ووایي، له خپل عقل او پوهې خبر وي او د اخرت له بچیانو وي، چې ترې راغلی او ورګرځي.

د انسان ګومان یې د عقل سنجونې تله او کړنې یې پر خپل اصل (آر) او زڼي، ستر رښتونی ګواه دی.

د سرګردانۍ (او په پېښو کې د راګېرېدو) پرمهال، د انسان عقل ښکاره کېږي.

د بدچاري عزت، خواري او د عقل بې لاري، ستره بې لاري ده.

د انسان عقل یې واکمن، ادب او چلن یې ټیکاو، رښتینولي یې مشري ده او (له الله تعالی) شکر یې کمال دی.

د عقل غوراوی، په زهد او له دنیاپالۍ په ډډې کولو کې دی.

کله اوچت عقل هم، بې لارېږي.

په عقل خپلې ځاني غوښتنې ووژنه، چې کمال ته ورسې.

د هر چا ارزښت یې د عقل هومره دی.

شهوتي، د بدن او عقل پر رنځ اخته دی.

هغه پوهه بېلارېتوب دی، چې عقل یې تایید نه کړي.

هر څه عقل ته اړمن دي؛ خو عقل ادب ته اړمن دی.

ډېر ځل، خوار خپل عقل عزتمن کړی دی.

ډېر ځل عقل د هوس تر ودانۍ او امارت لاندې بندي وي.

د انسان ځيرکۍ ته همدا بس چې پر هوس لاسبر او د عقل خاوند شي.

عقل ته همدا بس چې ښیون دې له بېلارېتوبه ډاګیز دی.

ښه سم چلن، د پرېمانه عقل نښه ده.

ډېرې هیلې، د عقل د تباهۍ او فساد نښه ده.

عقل کاروه او هیلې ځنډوه.

څومره چې د انسان عقل ډېرېږي، پر قضا و قدر یې ایمان نور هم پیاوړی کېږي او (د زیان) پېښې ورته سپکې او اسانېږي.

د چلن او کړنو څرنګوالی، د ښه عقل نښه ده؛ نو ښېګڼه غوره کړه او بیا ډېر ډاډ پرې وکړه.

عبرت او احتیاط، د عقل کار دی او د ناپوهۍ پایله، ناخبري او تېروتل دي

د انسان خبره یې د عقل تله ده.

هر څيز ته یو نهایت شته او عقل د انسان نهایت دی.

هر څيز یو زکات لري او د عقل زکات د ناپوه زغمل دي.

-زړه داسې بدې خاطرې لري، چې عقل ترې کرکجن دی.

انسان دوه ځانګړنې لري: عقل او خبرې ؛ نو له عقله کار واخلئ او ویناوې ګټورې کړئ.

له هغه سره ناسته پاسته مه کوه، چې عقل یې له لاسه ورکړی وي او له هغه سره نېکي مه کوه چې ناپاک خېلی وي؛ ځکه بې عقله په دې ګومان چې ګټه دررسوي، زیان دررسوي او بد اصله سره له دې چې نېکې دې ورسره کړې، بدي درسره کوي.

له ښځو سره ډېر خلوت مه کوه، چې دوی تا او ته دوی غمجن کړې او د دوی له (بدو) پر لرېتوب، له خپل عقل او شخصیته (څه) پرېږده.

د لراندنې په څېر عقل نشته.

د عقل په څېر، شتمني نشته.

له شهوت سره، عقل نه وي

هوس له عقل سره نه پاتېږي.

عقل له لوبڅې سره سمه لار نه وهي.

تر عقل اوچت نعمت نشته.

چاچې عقل ته نصیحت وکړ، تېرایستلی یې نه دی.

هغه عقل چې زغم ته و نه رسي، خیر پکې نشته.

هغه دین نه لري، چې عقل نه لري.

هغه عقل نه لري، چې ادب نه لري.

د الله تعالی په نزد د عارف عقل او له ګناه لرې نفس، پاک دي.

له عقل سره مل ادب او چلن ګټور دی.

عقل د زغم په ملتیا سنجول کېږي.

الله پاک د بشر په عقل او یادېزو کې نه رانغاړلېږي، چې تصرف پکې وشي او څومره والی او څرنګوالی یې څرګند شي.

که انسان خپل عقل موندای، خواله یې له هغه (هم) پټوله، چې ورته یې برسېروله او هېڅوک یې ترې نه خبرول.

څوک چې په خپل عقل غره شي، بې لارې دی.

د عقل مرستندوینه، انسان ټينګ او مزبوتوي.

څوک چې پر خپل شهوت لاسبر شي، عقل یې څرګندېږي.

څوک چې ځان د زغم په ګاڼه وپسولي؛ نو عقل یې ارامېږي.

څوک چې له ښځمنو سره ډېره ناسته پاسته ولري؛ نو عقل یې تباه کېږي.

څوک چې عقل نه لري، ورته مه هیلمنېږه.

څوک چې له خپل عقله کار وانخستای شي، په خپل پټ عقل کې خورا بېوسی او د کار په پای کې بې برخې پاتېږي.

څوک چې د پوره عقل خاوند شو، هیلې به ټيټې وګڼي.

څوک چې کوم عقلمن تباه کړي، د ده د عقل پر کمزورۍ دلیل دی.

څوک چې له ناپوه سره ښه وکړي، دده د عقل پر پرېمانۍ دلیل دی.

څوک چې له ناوړچارو سره ملګری شي، روغ نه پاتېږي.

څوک چې خپل عقل پر خپل هوس ړومبی وبولي؛ نو هڅې یې ښه کېږي.

پر چاچې عقل واکمن وي؛ نو حکیم او پوه دی.

څوک چې په خپل عقل پند ومني، خپله ځيرکي یې ښکاره کړې ده.

د قوی عقل خاوند، ډېر نصیحت او پند مني.

د چاچې عقل پر هوس لاسبر شي، بریمن دی.

څوک چې له خپل کاره خوښ وي؛ نو عقل ته به یې تاوان ورسي.

څوک چې خپله ژبه مزبوته او کابو کړي؛ نو عقل یې سنجولی دی.

د چاچې کړنې ښې وي؛ نو دا یې د عقل د پرېمانۍ نښه ده.

د چاچې کمعقلي ډېره وي، عقل یې کمېږي.

څوک چې له ناپوه مرسته غواړي، د خپل عقل سرغړونه یې کړې ده.

څوک چې خپل کار نېک بولي، د عقل بدله یې له منځه وړې ده.

څوک چې بد اندنه شاته اچوي، عقل او زړه یې بې غمېږي.

د چاچې بې عقل پوهه زیاته شي، زیان مومي.

د چا ځاني غوښتنې چې پر عقل ورلاسبر شي، بدۍ پرې ورښکاره کېږي.

څوک چې نصیحت در وپلوري؛ نو ګټه یې زیاتېږي.

څوک چې عقل له لاسه ورکړي؛ نو خوارېږي.

څوک چې د خپل رور په باب ناوړګوماني ناسمه وبولي؛ نو عقل یې سم او د بې غمه زړه خاوند دی.

د چاچې په هوښیارۍ او ځيرکۍ کې سترګه پخه شي (او خپل عقل وکاروي)، حکمت او پوهه ورته پایښتې وي.

څوک چې الله پاک یادوي؛ نو الله تعالی یې زړه ژوندی او عقل یې رڼا کوي.

د چاچې کړنې یې تر عقل ډېرې وي؛ لکه په لویه رمه کې شپون.

د چاچې عقل پر شهوت او زغم، پر غوسه لاسبر شي، وړ دی، ښه چلن ورسره وشي.

څوک چې له دنیوي نعمتونو تېر شي، په رښتیا خپل عقل یې پوره کړی دی.

څوک چې اخرت پر دنیا غوره نه کړي؛ نو عقل نه لري.

څوک چې د خپل عقل خاوند نه وي، له نصیحته ګټورېدای نشي.

څوک چې د خپل شهوت خاوند نشي، د خپل عقل خاوندېدای نشي.

څوک چې په عقل سینګار نشي؛ نو ستر او عزتمن به نشي.

د چاچې ډېر الله تعالی یاد وي؛ نو عقل یې رڼا کوي.

د چاچې عقل پوره نه وي، له زیانونو یې بچېدای نشي.

د نعمت کمال، د عقل له پرېمانۍ راولاړېږي.

د عقل وده دا ده، چې یې وکاروي

د عقل په څېر هېڅ څيز فضایل او ښېګڼې پسوللی نشي.

د هوس په څېر هېڅ څيز، د عقل دښمن نه دی.

څوک چې د پوهې او عقل خاوند شو، نه تنګلاسېږي.

الله تعالی په خپلو بندګانو کې تر عقل اوچت څيز ویشلی نه دی.

-الله تعالی چې چاته عقل ورکړی؛ نو یوه ورځ به یې له کړاوونو خلاص کړي.

له عقل سره، پرېمانه زغم وي.

د انسان امتیاز یې په عقل او ښکلا یې په مړانې ده.

له هوس سره مخالفت، د عقل شفا ده.

زړه، د خبرې د راټوکېدو ځای، اند یې د ورسپارلو، عقل یې سم راایستونی، ژبه یې ډاګېزونې، توري یې تنه، مانا یې روح، ګاڼه یې اِعراب او تنظیم یې سموالی دی.

خلکو! بېشکه، ښځې په ایمان، له شتو په برخمنۍ او عقل کې له نارینه و سره په پرتلنه کې توپیر لري؛ د مېرمنو د ایمان توپیر؛ په میاشتنۍ کې له لمانځه او روژې يې څنډې ته کېدنه، له نارینه و سره یې د عقل توپیر، په دې پار دی، چې د دوو ښځو شهادت، د یوه نارینه سره برابر دی او د شتمنیو په برخمنۍ کې، د توپیر علت داچې د ښځو میراث، د نارینه و د میراث نیمایي دی؛ نو له بدو ښځو ډډه وکړئ او نېکې یې څارئ؛ ان ښو غوښتونو ته یې غاړه مه ږدئ، چې په بدو کې درته پر تمه نشي.

ادب د عقل ښه ملګری دی.

د عقل له بدرنګۍ، چټلۍ او بدو ښویېدنو، الله تعالی ته پناه ور وړو او مرسته ترې غواړو.

وړ ده، د انسان پوهه یې پر خبرو ورزیاته او عقل یې پر ژبې ورلاسبر وي.

عقلمن ته ښایي، ځان د ځواک، پوهې، ستاینې او ځوانۍ له نېشې وساتي؛ ځکه دا هر یو سپېرې سيلۍ لري، چې عقل له منځه وړي او وقار سپکوي.

څه چې د انسان په ژبه ویل کېږي، د انسان د عقل نښه ده.

ښې خبرې، پاک خېل او نژاد او ښې کړنې، د یوه انسان د عقل نښه ده.

ډېر لږ هوس هم، عقل له منځه وړي.

ډېره لږه هیله هم عقل له منځه وړي.

څوک چې په هره ژبه خبرې کوي، ژبه یې د عقل څرګندوونکې ده.

خلک په پوهې او عقل غوراوی مومي، نه شتمنۍ او انتساب (چې د کوم خېل دی).

د هر چا پوهه او عقل یې د ارزښت او امتیاز څرګندوی دي.

له هغه خوشحال یم، چې عقل یې پر ژبې لاسبر دی او ولیدل نشي، چې ژبه یې پر عقل ور واوړي.

تقیه (ځان ساتنه، د خبرې جغرافیا په پام کې نیول، د عقل له مخې د دوست و دښمن په باب دریځ نیول بې ځایه خبرې نه کول…. ) دیانت دی.

 

سرچینه : غرر الحکم

لیکوال : قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست