بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه د ویناوو پوهنغونډ موضوع : شکر شکر، د پرېمانۍ لامل دی شکر ایستنه، نعمت پرېمانوي. د نعمتونو ښه شکر ایستل، د نعمت ورکړه ده. په نعمت کې د هغه حالت غوره دی، چې نعمت په شکر ایستو وغځوي او له نعمته چې څه تللي، […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د حضرت علي کرم الله وجهه د ویناوو پوهنغونډ
موضوع : شکر
شکر، د پرېمانۍ لامل دی
شکر ایستنه، نعمت پرېمانوي.
د نعمتونو ښه شکر ایستل، د نعمت ورکړه ده.
په نعمت کې د هغه حالت غوره دی، چې نعمت په شکر ایستو وغځوي او له نعمته چې څه تللي، بېرته په صبر را وګرځوي.
شکر او منندوینه، د نعمتونو ښکلا ده.
شکر د نعمتونو پایښتي ده.
د مړښت اظهار، یو ډول شکر دی.
شکر د پرېمانۍ ګاڼه او د نعمتونو پاسوال دی.
شکر خو پر نعمتوالو ایښوول شوی دی.
شکر، یو له دوو ثوابونو دی.
شکر وباسه، چې پرېماني درشي.
پتمن، د لږو (هم) شکر کاږي.
په شکر، پرېماني زیاتېږي.
رښتیا، هر ناشکره او پوه ټګیجن دوزخي دی.
که الله تعالی کوم نعمت درکړ؛ نو شکر یې وباسئ.
ناشکري (کفران)، د نعمت آفت دی.
چې له خپل نعمته دې له نورو سره نېکي وکړه؛ نو د نعمت شکر دې پرځای کړی دی.
د نعمت د ښادۍ او خوښۍ په پار، پر شکر یې بوخت وسه.
د لوراند منندوی او پر منندوی لوراند وسه ؛ ځکه شکر نعمت پايښتوي؛ خو ناشکري یې ورک کوي.
-شکر ایستل، غنیمت وبولئ، چې ډېره لږه پایله یې نعمت پراخي ده.
غوره شکر هغه دی، چې (د نعمت) د زیاتوالي ضامن وي.
غوره هغه دی، چې که ورکړل وشي، شکر باسي او چې وکړېږي، زغم وکړي او که ظلم پرې وشي، عفوه وکړي.
د وګړې (شخصیت) خاوند، هر مقام ته چې ورسي، ناشکري نه کوي، که څه ستر مقام هم وي؛ لکه د غره په څېر چې هېڅ توپان یې لړځولای نشي او بې وګړې، کوشنی مقام یې ناشکرۍ ته اړ باسي؛ لکه هغه بوټی چې نسیم یې لړزوي.
د الله پاک د حقوقو نه ورکول او د الله تعالی په نعمتونو کې د شکر ناغېړي، نعمتونه له منځه وړي.
ډېر شکر ایستل او د خپلوانو لاسنیوی، نعمتونه زیاتوي او مرګ ځنډوي.
د نعمت کفران او ناشکري، نعمت له منځه وړي.
ناشکري، د نعمتونو د اوړېدو لامل دی.
په کړاوونو کې زغم او په سوکالۍ کې شکر، د ډاډمنو وسله ده.
د نعمت شکر یې له اوختو خوندي او د تلپاتې کوي.
ریاکار او منافق تش په خولې شکر کاږي.
د سوکالۍ پرمهال، شکر ارزښت لري.
د نعمتونو دوام، په شکر ایستو کې دی.
د نعمتونو ځوړ، د نعمت په ناشکرۍ کې دی.
نعمت، په شکر ایستو ډېرېږي.
د ښو کولو په پای کې ناشکري، ناڅوبتیا راولي.
د الله تعالی د نعمتونو پیلامه، په شکر ایستنې وپالئ، چې هر نعمت (تر هغه چې ناشکري يې ونشي) ستنېدونی نه دی.
د نعمت ناشکري، نعمت ځوړوي او شکر یې پایښتوي.
د نېکۍ ناشکري، د ناکامۍ لامل دی.
د نعمت ناشکري، د الله پاک د ښېګڼې ناشکري ده.
د نعمت ناشکري، سختي راولاړوي.
-د نعمتونو ناشکري، قدم لړزوي او نعمت له منځه وړي.
د نعمت ناشکري پستي او د احمق ملتیا سپېره ده.
بې ځنډه ورکړه، یو ارزښت دی.
د نعمت ناشکري، نعمت ځوړوي.
الله تعالی او خلک، د نعمت ناشکري غندي.
له هغه سره ښه مه کوه، چې د ښو ناشکري دې کوي.
نعمت دې، له ناشکرۍ سره نه وي.
نعمتونه یوازې په شکر خوندي کېږي.
له ناشکره سره احسان، تویې تللې نېکي ده.
هغه شتمني دې له لاسه وتلې نه ده، چې ستا د لارښوونې لاملېږي او شکر ایستنې ته دې اړباسي.
هېڅوک د نعمت د شکر په څېر نعمت ساتلای نشي.
هغه د نعمتونو شکر ایستای شي.
هغه نعمت پایښتولی شي، چې شکر یې باسي او په ورکړه یې وپسولي.
هغه شتمني دې له لاسه وتلې نه ده، چې ستا د لارښوونې لاملېږي او شکر ایستنې ته دې اړباسي.
هېڅوک د نعمت د شکر په څېر نعمت ساتلای نشي.
هغه د نعمتونو شکر ایستای شي، چې له همدې نعمتونو ورکړه ولري.
څوک چې خپله شتمني بېځایه لګوي او له نااهلو سره ښېګڼه کوي؛ نو الله تعالی، د شتمنۍ شکر پرې ورحراموي او بې له ده (الله) د مینې مخه یې نورو ته ورګرځوي.
که الله پاک مو له خپلې سرغړونې ډار کړي؛ نو وړ ده، د نعمت شکر ته یې سرغړونه ونشي.
څوک چې شکر باسي، د نعمت د زیاتوالی وړ کېږي.
څوک چې شکر باسي، نعمت یې غځېږي.
څوک چې د نعمت ناشکري وکړي، سزا یې د نعمت ځوړ دی.
څوک چې په ورکړیو نعمتونو شکر وکاږي؛ نو حق یې پرځای کړی دی.
څوک چې د نعمت شکر و نه باسي؛ نو په څارویو کې شمېرل کېږي.
څوک چې نعمتونه له شکر سره یوځای کړي، پرېماني به راټوله کړي.
څوک چې د نعمت شکر باسي؛ نو الله تعالی یې دغه شکر د پرېمانۍ کونجي ګرځوي.
څوک چې د الله تعالی شکر باسي؛ نو نعمت یې ورزیاتوي.
څوک چې له زړه نه د الله تعالی شکر باسي، مخکې تردې چې په خولې شکر باسي، (د نعمتونو) د زیاتونې وړ کېږي.
څوک چې لږ شکری شي؛ نو نېکي یې هم لږېږي.
څوک چې د الله تعالی شکر وکاږي؛ نو دویم شکر پرې هم لازمېږي؛ ځکه الله تعالی د شکر ایستو توفیق ورکړی، چې دا د شکر منندوینه ده.
څوک چې د نعمت ناشکري وکړي، د پرېمانۍ یې مخنیوی کېږي.
څوک چې د نعمت ناشکري وکړي، بدمرغي ورکوزېږي.
د شکر په څېر، هېڅ څيز نعمت ساتلی نشي.
داسې نه ده، چې الله پاک چاته د شکر لار پرانځي او د پرېمانۍ ور پرې وربند کړي.
په شکر ایستنې، نعمت غځېږي.
هغه کړاو چې ثواب ته یې هیله وي، تر هغه نعمت غوره دی، چې شکر یې و نه ایستل شي.
د کوم نعمت چې شکر و نه ایستل شي؛ لکه هغه ګناه چې و نه بښل شي.
د ورکړې په څېر هېڅ څيز، د نعمت شکر پوره نه کړ.
د ورکړې په څېر هېڅ څيز، نعمت ساتلی نشي.
د شکر په څېر هېڅ څيز، د نعمت پاسوالي نشي کړای.
د تېرو نعمتونو شکر، تازه او نوي نعمتونه راوړي.
شکر، نعمتونه ډېروي او پرېمانوي.
د نعمتونو شکر یې د زیاتوالي لامل او ناشکري یې د نفې نښه ده.
د نعمت شکر، د سپېرتوب له ښکېللو خوندیینه ده.
د پوهاند شکر، پر خپلې پوهې عمل او د وړ او غوښتونکي ته یې ورښوول دي.
حضرت علي (ک) یوه تن ته د زوی د زوکړې په مبارکۍ کې وویل: د درکوونکي شکر دې وایست او په درکول شوي دې برکت وي، کمال ته دې ورسي او له نېکۍ یې برخمن شې.
هغه د نېکۍ شکر کاږي، چې نېکي کوونکی وستایي او په ښو یې یاد کړي.
خورا ناوړه خلک، هغه دي چې د نعمت شکر و نه کاږي او درناوی په پام کې و نه نیسي.
شتمني او دولت په دین او نعمته شکر په کلا کې راونغاړه؛ ځکه هر دولت چې د دین په سیوري کې ترلاسه شي؛ نو ناماتی وي او هر نعمت چې دین یې پاسوال وي، اخستونی نه دی.
تل منندویان او زغمناک وسئ، چې شکر او صبر پرېمانه نعمتونه دي او کړاوونه له منځه وړي.
رښتیا، بنده د نعمت او ګناه ترمنځ دی دا دواړه یوازې په بښنې غوښتو او شکر ایستو سمېږي.
د نعمتونو شکر ایستل او د الله تعالی د خوښي غوښتل، لومړني څيزونه دي، چې د الله تعالی لپاره درباندې واجب او پکار دي.
د الله پاک حق درباندې، په هوساینې کې نېکي او شکر او د ستونزو پرمهال خوښي او صبر دی.
الله پاک ته هغوی ګران دي، چې د نعمت یې منندویان وي او هغوی یې بد ایسي، چې د نعمت یې ناشکره وي.
ظلم او د نعمت ناشکري، څرګند څيزونه دي، چې د الهي عذاب د راکېوتو لاملېږي.
د انسان عقل یې واکمن، ادب او چلن یې ټیکاو، رښتینولي یې مشري ده او (له الله تعالی) شکر یې کمال دی.
پر نعمت شکر، د تېرو بدله او د ګاندې پرېماني ده.
مؤمن چې ویني، پند اخلي، چې چوپ شي، سوچ او غور کوي، چې خبرې کوي، الله تعالی یادوي، که نعمت ورکړ شي، شکر کاږي او چې کړاو ور و رسي، زغمناک وي.
نعمت په شکر پورې تړلی دی او شکر په پرېمانۍ پورې او دا دواړه تل یو له بل سره دي او هډو د الله تعالی له لوري، د پرېمانۍ جرړه نه پرې کېږي؛ خو داچې د منندوی له لوري، د مننې پړی وشلېږي.
رښتیا، زهد او پرهېزګاري، د هیلو لنډون، پر الهي نعمتونو شکر ایستل او له حرامو ډډه کول دي؛ نو که سخته درغله، هسې نه، حرام مو د صبر کټوری ماته او په نعمتونو مو، شکر له یاده ووځي، حال دا، الله تعالی په روښانه دلایلو او څرګندو کتابونو، د پلمې لار دربنده کړې ده.
لراندی هغه دی، چې د نعمت په پراخۍ کې شکر باسي او پر شکر ایستنې ټينګ ولاړ وي او په تنګلاسۍ کې (پرېماني) هېره کړي.
باخبر، که الله تعالی چاته په خلکو کې رښتونې ژبه ورکړه؛ نو تر هغه شتو غوره ده، چې په میراث یې پرېږدي او شکر یې هم و نه ایستل شي.
د شکر قدر تر نېکۍ اوچت دی؛ ځکه شکر پاتېږي او نېکي له منځه ځي.
رښتیا، د الله تعالی په هر نعمت دې شکر وشي؛ نو چاچې دا حق پوره کړ، نعمت یې ورزیاتوي او چاچې ناغېړي پکې وکړه؛ نو د خپل نعمت له ځوړ دې په ډار کې وي.
بدي، د نېکۍ په بدله کې، د نعمت ناشکري ده.
د نعمت (ناشکري) زیانمنه ده.
ناشکري، نعمتونه تری تموي.
مؤمن تل د نعمت او ګناه ترمنځ دی او په شکر او له الله تعالی په بښنې یې (اړوند چارې) سموي.
د مؤمن تل الله تعالی یاد وي، ډېره اندنه او سوچ کوي، د الله تعالی پر نعمتونو شکر کاږي او په کړاوونو کې زغمناک دی.
ځکه د الله تعالی شکر وباسوو، چې توفیق یې راکړی، اطاعت یې وکړو او له ګناه یې بچ کړي یو.
د الله پاک نعمتونه تر هغه ډېر دي، چې یې د شکر ایستو وس ولرې؛ خو داچې الله تعالی دې لاسنیوی وکړي او د بنیادمو ګناهونه، د بښنې له بریده وتلي وي؛ خو داچې الله تعالی ترې تېر شي.
بنیادمه! چې دې ولیدل، الله پاک پرلپسې خپل نعمتونه در و روي؛ نو ترې وډار شه او نعمتونه یې پر شکر وساته.
-
ټیګونه: