بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې موضوع : غوسه غوسه، کړاو دی. حرص، غوسه راپاروي. غوسه، سپکه سورلۍ ده، غوسه، د زړونو اور دی. په زغم، غوسه سړه کړئ. په غوسه کې، هلاکت دی. غوسه، کمعقلي راپاروي. حاضر ځوابی هغه دی، چې غوسه نشي. غوسه مه کوئ، چې سوځنده […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې
موضوع : غوسه
غوسه، کړاو دی.
حرص، غوسه راپاروي.
غوسه، سپکه سورلۍ ده،
غوسه، د زړونو اور دی.
په زغم، غوسه سړه کړئ.
په غوسه کې، هلاکت دی.
غوسه، کمعقلي راپاروي.
حاضر ځوابی هغه دی، چې غوسه نشي.
غوسه مه کوئ، چې سوځنده اور دی.
غوسه هغه بدي ده، که اطاعت یې وکړې؛ نو هلاکوي دې.
(د الله تعالی) اطاعت د هغه غوسه سړوي.
هسې نه غوسه دې پر زغم ورمخکې شي
غوسه دښمنه ده، پر ځان یې مه لاسبروه.
د پاچایانو غوسه، د مرګ استازی دی.
په دنیا تېروتلی، پر هیلو غوسه کېږي.
غوسه، عقل تباه کوي او له سمسمکۍ لرې کېږي.
غوسه، خپل خاوند هلاکوي او بدرنګي یې رابرسېروي.
هوس په پوهې او غوسه په زغم سړه کړئ.
په شهوت او غوسه کې زیاتی مه کوه، چې ژوبلوي دې.
ډېره غوسه، غوسناک سرځوړندی کوي او نیمګړنې یې بربنډوي.
لږ غوسه کېږه، ژر پخلا کېږه او د دوست عذر منه.
په غوسه زغمناک، په ډار کې صابر او په لاس ته راوړو کې منځلاری وسه
زغم د پوهې کمال دی او د زغم کمال، پرېمانه زغم او غوسه سړول دي.
سمچارۍ ته هغه وړ دی، چې نه غوسه کېږي.
غوره هغه دی، چې خپله غوسه کابو کوي او په ځواکمنۍ کې زغمناک وي.
هغه غښتلی دی، چې په زغم، غوسه کابو کړي.
چې واکمن سخت غوسه شي؛ نو شیطان لاسبر شي.
که په غوسه کې بریا وي؛ نو په زغم کې د نېکانو بدله ده.
که غوسه درباندې لاسبر شوه؛ نو په زغم و وقار پرې لاسبري شئ.
فرصت ومومه، مخکې تردې چې غوسه شي (له لاسه ووځي).
پر چاچې غوسه او شهوت لاسبر شي، عقلمني ورسره نه ښایي.
چاچې خپله غوسه تېره کړه؛ نو خپل زغم یې پوره کړی دی.
پر چاچې غوسه لاسبره شوه، له هلاکته نه بچېږي.
د چاچې غوسه ډېره وي، خوشحالي یې نه پېژندل کېږي.
پر چاچې غوسه لاسبرې وي؛ نو د تباهۍ پر پاڼ ولاړ دی.
څوک چې پر الهي مقدراتو غوسه او خپه وي، نادودې ورمخته کېږي.
څوک چې له ځانه خوښ وي، (د خلکو) غوسه پرې زیاته وي.
څوک چې پر خپلې برخې خوښ وي، هېڅوک یې غوسه کولی نشي.
څوک چې له (نفس) او ځانه خوښ وي؛ نو خپل پالونکی یې غوسه کړی.
غوسه؛ یوه بده ملګرې ده، چې نیمګړنې برسېروي، بدي نژدې کوي او ښه لرې کوي.
په غوسه کې بیړه مه کوه، چې پرې روږدی شې او تر بسنې او بسیاینې ډېره تمه مه کوه، چې حرص دې له منځه وړي.
غوره رور هغه دی، چې په حق لار کې ډېر درباندې غوسه کېږي.
غوره هغه دی، چې زړه له شهوات پاک کړي، غوسه نشي او خپل پالونکی راضي کړي.
غوسه کېدل، پښېماني او (له الله تعالی) سرغړاندي ده.
چاچې خپله غوسه وزغمله؛ نو پر شیطان لاسبر شو.
له هغه اک اریان یم، چې په خپلې بدۍ خبر دی؛ خو چې نیوکه پرې وشي؛ نو غوسه شي.
په پټه و ښکاره تقوا کوه او په غوسه او خوشحالۍ کې حقمل وسه.
څوک چې پر داسې تن غوسه شي، چې زیان وررسولای نشي؛ نو غم یې پرېمانه او ځان یې پر کړاو اخته کړی دی.
پر چاچې خپله غوسه او شهوت لاسبر شول (او له حق لارې یې واړو؛ نو) د څارویو په کتار کې دی.
د چاچې ښه ایسي، ایمان یې پوره شي؛ نو باید دوستي، دښمني او غوسه یې، یوازې د الله تعالی لپاره وي.
څوک چې د الله پاک اطاعت وکړي؛ نو څوک چې ورغوسه شي، زیان نشي وررسولای.
څوک چې پر داسې چا غوسه شي، چې زور یې پرې نه رسي؛ نو له خپلې غوسې سره به ومري
څوک چې په شتمنۍ کې پر اړمن کنجوسي وکړي؛ نو الله تعالی پرې غوسه کېږي (او نعمت ترې اخلي).
د وسمن یو غوره چار دا دی، چې خپله غوسه سړه کړي.
دا د ناپوهانو خوی دی، چې په هر حال کې غوسه کېږي.
کنجوسي، پر انسان د الله تعالی غوسه پاروي.
ډالۍ دا ځانګړنې لري: واکمن مینناکوي، سخته غوسه سړوي، پرېښوول شوی راماتوي، د چارو سختي اسانوي او کړاوونه لرې کوي.
د دښمنۍ په تمځایونو کې تمېدل، الله تعالی غوسه کوي، شیطان خوشحالوي او انسان ټکنی ژوبلوي.
څه وخت خپله غوسه سړه کړم؛ هغه مهال چې له سړولو یې بېوسی شم، چې وویل شي، کاش صبر دې کړی وای، یا داچې واک او ځواک پیدا کړم، چې وویل شې،کاش عفوه دې کړې وای.
د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې خپل غوسه سړه او کابو کړي او له ځاني غوښتنو سره مبارزه وکړي، چې هلاک یې نه کړي.
غم و غوسه دې (په ورین تندي) په سرغړاندي غړپ سړه کړه، چې داسې غړپ مې لیدلی نه دی، چې پای یې تردې خورا خوږه او خوندوره وي.
درست خیر، د الله تعالی په لار کې دوستي او د الله تعالی په لار کې دښمني، د الله تعالی په لار کې مینه او د الله تعالی په لار کې غوسه ده.
په شپږو څیزونو د خلکو عقل ازمېښتېږي: په غوسه کې زغم، د لېوالتیا پرمهال منځلاري، له الله تعالی په ډار او هر حال کې زغم، ښه چلن او ډېرې لانجې نه کول.
په شپږو څیزونو د انسان خوی ازمېښتېږي: غوسه، خوشحالي، امنیت، ډار، څوبتیا او منع.
غوره کس هغه دی که غوسه وي؛ نو زغم وکړي، که ظلم پرې وشي، تېر شي او که بدي ورسره وشي، دا نېکي وکړي.
څوک چې درې څیزونه ولري، ایمان یې پوره دی: چې خوشحال شي، خوشحالي یې ګناه ته ورنه کاږي، چې غوسه شي، غوسه یې له حقه بهر نه کړي او چې د ځواک خاوند شي؛ نو هغه څه ونه غواړي، چې دده نه دي.
غوسه او شهوت، د انسان سخت دښمنان دي؛ نو څوک چې پرې ورلاسبر شو، ارزښت او درجه یې هسکېږي او موخه یې لوړېږي.
چې الله تعالی، کوم امت ته غوسه شي؛ اور پرې نه وروي (؛خو) نرخونه ګران او عمرونه لنډوي، سوداګر ګټه نه کوي، مېوې نه پاکېږي، ویالې له اوبو نه ډکېږي، باران پرې نه ورېرېږي او اشرار پرې واکمنېږي.
رښتیا، الله پاک، ګناه ته (ددې لپاره) سزا ټاکلې، چې پر خپلو بندګانو غوسه نشي.
غوسه ژبغړاندې لمبه ده، چاچې تېره کړه؛ نو مړه یې کړه او چې څوک یې خوشې کړي، لومړی خپله پرې سوځي.
رښتیا، ځیرک هغه دی، چې د خپل شهوت مخه نیسي او په غوسه کې غچ وانخلي.
رښتیا، څوک چې له خپل نفس سره جهاد کوي، خپله غوسه سړوي او د خپل پالونکي پر طاعت ټينګ ولاړ وي؛ نو الله تعالی، د لمونځ کوونکي روژه تي ثواب ورکوي او (د مسلمانانو د ساتنې) د زغمناک پاسوال رتبې ته یې ورجیګوي.
صبر دا دی، انسان ته چې کوم کړاو ورمخې ته شي، و یې زغمي او څه یې چې په غوسه کړي، تېره یې کړي.
عفوه دا ده، کوم خیانت او تېری چې پر انسان وشي، ترې تېر شي او څه یې چې په غوسه کړي، و یې زغمي.
د متقي، شهوت مړ، غوسه یې سړه، په سوکالۍ کې منندوی او په کړاوونو کې زغمناک دی.
عقلمني هغه ده، چې منځلاري وکړې، نه اسراف او چټي لګښت، چې ژمنه وکړې؛ نو پرځای یې کړې او که غوسه شې؛ نو یې وزغمي.
غوسه، پټه کینه راپاروي.
غوسه سړوه، چې زغم دې زیات شې.
له غوسې څخه خوښۍ ته (څه) ورکړه او که ښه غوسه شې؛ نو ارام کېنه.
غوسه دې سړه کړه او په ځواکمنۍ کې عفوه کوه، چې د کار پای او پای دې ښه وي.
زغم، غوسه او پوهه وهم ختموي.
غیرت، ځیرکي، لاس کارونه او تونده ژبه دې کابو کړه او تر هغې چې غوسه دې سړېږي او عقل دې سر ته راځي؛ نو په دوی ټولو کې له بېړني هوډ او ځواک ښودنې ډډه وکړه.
هوس، نفس او غوسه دې کابو کړه، په رښتیا، څه چې د نفس ښه و بد ایسي، په اړه یې د انصاف غوښتل، د نفس غوسه ده.
ځانونه د غوسې له اور لمبو وساتئ او لار یې غوسه سړول او زغم دی.
د ګناه له ناستو پاستو ډډه وکړئ، چې لوراند غوسه کوي او د دوزخ اور بلوي.
دروغجن په دروغو ویلو درې څیزونه ترلاسه کړل: د الله تعالی غوسه، خلک یې پرېوتی او پست بولي او پرښتې یې (هم) دښمن بولي.
له هغه څه ډډه وکړئ، چې پالونکی دې غوسه کوي او خلک درنه وشړي؛ ځکه څوک چې خپل الله تعالی غوسه کوي؛ نو ځان یې د مرګ (منځه تلو) پر پاڼ درولی او څوک چې خلک ډاروي، له حریت او ازادۍ لرې دی.
د انسان د ټټر په یوه رګ پورې د زړه په نامه یوه بوټۍ غوښه نښتې، چې په انسان کې خورا هېښنده څيز دی، په زړه کې د حکمت او پوهې څو مواده او اپوټه یې څو ځانګړې شته. که زړه ته هیلې ورمخ کړ، تمه یې خواروي او که تمه پکې وخوټېږي، هیله یې تباه کوي او که نهیلي یې خاونده شي، حسرت او غم یې وژني او که غوسه پرې ورلاسبر شي غوسه او توندي یې سختېږي او که خوشحالي ومومي (مستۍ ته ورماتېږي او له بدیو) ځان بچولای نشي او که ناڅاپه ډار پرې ولګي، له کاره ګوښېتوب یې رانغاړي او که امنیت راونغاړه، غرور یې تښتوي (او له لارې یې اړوي) او که کوم غم و خپګان ور و رسي، بېتابي او ترهوري یې رسوا کوي او که شتمني پیدا کړي، شته یې سرغړاندوي او که نیستي یې وځوروي، خپله ستونزه یې بوختوي او که لوږه دباو پرې وروړي، کمزوري یې له پښو غورځوي او که مړښت یې له بریده واوړي؛ نو ډک نس یې ځوروي؛ نوځکه (دا غوښینه هېښنده بوټۍ، په هېڅ حال کې منځلاری حالت نه لري او) هر تقصیر او لنډون یې حالت ته تاواني دی او هر افراط یې د هلاکت لاملېږي
ابوذره! ته د الله تعالی لپاره غوسه شوې؛ نو هماغه ته هیلمن وسه، چې په پار یې غوسه شوی وې، دا خلک د خپلې دنیا په پار درنه وډار شول او ته د خپل دین په پار ترې وډار شوې؛ نو هغه ورپرېږده، چې په پار یې درنه ډارېدل او هغه له لاسه مه ورکوه، چې په پار یې ته ترې ډارن وې.
سرچینه : غررالحکم
د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه
د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ
لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي