بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبر د لارښوونې لوري داچې ختميه معجزه کتاب او د وينا،پوهې او فرهنګ له مقولو ځنې ده؛ نو تلپاتې معجزه ده.د کتاب د معجزې اعجاز په تدريج روښانېږي. نن زموږ د وخت خلکو ته د قرآن د اعجاز هغه هېښنده ټکي روښانه شوي، چې تېرو ته نه ول . د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
داچې ختميه معجزه کتاب او د وينا،پوهې او فرهنګ له مقولو ځنې ده؛ نو تلپاتې معجزه ده.د کتاب د معجزې اعجاز په تدريج روښانېږي. نن زموږ د وخت خلکو ته د قرآن د اعجاز هغه هېښنده ټکي روښانه شوي، چې تېرو ته نه ول . د کتاب معجزه انديالان تر عوامو غوره درک کولاى شي. ختميه معجزه ځکه د کتاب له ډوله شوه،چې له ختميه پېر سره متناسبې مزاياوې ولري.
آيا دا معجزه له هغه اړخه کتاب شوه،چې تر څنګ يې بشر له غيب شهادت ته،له نامعقوله معقول او منطق ته او له طبيعت هاخوا طبيعت ته متوجه کړي؟ آيا حضرت محمد (ص) هڅه کوي،چې د خلکو کنجکاوي له غير عادي چارو، کراماتو او له خارق العاده چارو نه عقلي، سوليز،علمي،طبيعي،ټولنيز او اخلاقي چارو ته متوجه کړي او د حساسيت اړخ يې له ((عجائبو او غرايبو)) څخه ((واقعياتو او حقايقو)) ته متوجه کړي؟
نه ښايي،چې دا نظر سم وي.که داسې وي؛بايد ووايو،چې ټولو پېغمبرانو “غيبو” او حضرت محمد(ص) “شهادت” ته بلنه کوله؛نو ولې د قرآن په سل ګونو آيتونه همدې “عجايبو او غرايبو” ته ځانګړي شوي دي؟
اړنګ نشته،چې د قرآن يو بنسټيز امتياز دادى،چې د طبيعت او شهادت څېړنې او مطالعې ته يې رابللي يو،چې الهي آيتونه دي؛خو د طبيعت مطالعې ته بلنه له هر غيرطبيعي چاره د بشر د ذهن د اړولو پر مانا نه دي. پر عکس د الهي آيتونو او نښو په نامه د طبيعت مطالعې ته رابلنه په دې مانا ده،چې له طبيعته د طبيعت هاخوا ته تېر شو.د قرآن له پلوه د “غيبو” لار له “شهادته”،”د طبيعت د هاخوا” لار له “طبيعته” او د “معقول” لار له “محسوسه” تېرېږي.
د حضرت محمد(ص) د کار ارزښت په دې کې دى؛لکه څنګه چې د طبيعت، تاريخ او ټولنې مطالعې ته مور رابلي او هغه خلک، چې بې له غيرطبيعي چارو نورو چارو ته نه تسليمېږي،عقل،منطق او پوهې ته يې تسليموي. هڅه کوي د هغو خلکو فکر،چې يوازې سول او عقل مني او بې له محسوس او طبيعي چار بل څه ته نه تسليمېږي،له غوره او عالي منطق سره اشنا کړي .
په ټوليزه توګه د هغې نړۍ بنسټيز امتياز،چې دين په تېره بيا اسلام يې راوړاندې کوي،د هغې نړۍ په پرتله،چې محض بشري علوم او فلسفې يې راوړاندې کوي،دادى،چې د “ويليام جيمز” د وينا له مخې،په دين کې پر مادي عناصرو سربېره نور عناصر شته او همداراز داسې قوانين شته،چې بشر لا نه دي پېژندلي.
قرآن نه غواړي،چې محسوساتو او طبيعت ته توجه، د نامحسوسو او له طبيعت هاخواته د توجه ځايناستى کړي.د قرآن ارزښت په دې کې دى، چې سره له دې،چې طبيعت ته يې توجه کړې-او د قرآن د خپل تعبير له مخې ((شهادت))-پر غيبو ايمان يې د خپلې بلنې سرلوحه کړې ده،وايي:
((الم . ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ . الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (بقره/١-٣)= الم (ستر دى هغه خداى،چې دا ستر كتاب يي د الفباء له ساده ټكيو منځ ته راوړى دى ) دا هغه (ستر) كتاب دى،چې شك پكې نشته او پرهېزګارانو ته سمه لار ښيي . (پرهېزګاران) هغه دي،چې پر غيبو (څه چې له حسه پټ دي) ايمان راوړي او لمونځ كوي او زموږ له وركړې روزۍ نفقه كوي .))
نو څنګه شونې ده،چې قرآن په دې هڅه کې وي،چې خلک هغه څه ته له توجه وژغوري،چې پخپله د ((عجايبو او غرايبو)) له مقولو؛ يعنې معجزو وي او پردې سربېره،تر سلو ډېر آيتونه يې د هماغې مقولې په هکله راوړي وي .
زه ددې جملې په مانا نه پوهېږم،چې : (( کتاب يوازېنۍ معجزه ده،چې پرې ګروهه يوازې پر غيبي چارو ګروهمنو ته ځانګړې نه ده.))
کومه ګروهه؟پردې ګروهه،چې يو کتاب دى او عالي مطالب لري او پردې ګروهه،چې معجزه ده؟ د يو څيز پر معجزه توب د الهي آيت او بينه په نامه ګروهه پر غيبو له ګروهې سره مساوي دى . څرنګه شونې ده، چې يو انسان په يو وخت کې هم پر غيبو ګروهمن وي او هم نه وي؟
وويل شول:(( د حضرت محمد (ص) معجزه له غيربشري مقولو ځنې نه ده؛که څه هم يو غير بشري چار دى.))
ددې جملې مانا هم راته مبهمه ده او دوه ډوله تفسيرېداى شي:دا چې د حضرت محمد (ص) معجزه (قرآن) وحې ده او خپله خبره يې نه ده؛نو يو غيربشري عمل دى؛خو سره له دې،چې د بشر خبره نه ده،د خداى خبره ده،د بشري چارو له مقولو ځنې ده او يو عادي او د بشر په ليکه کې چار دى.
لرې ښکاري،چې مراد يې دا وي؛ځکه په دې بڼه کې به قرآن پر نورو اسماني کتابو امتياز نه لري.دا چې هغه ټول کتابونه د وحې له مبداء رالېږل شوي،غيربشري چار نه دى؛خو داچې خارق العاده اړخ نه لري،له غيربشري مقولو ځنې نه دي؛لکه څنګه چې ځنې خبرې د ((قدسي احاديثو)) په نامه يادېږي او کټ مټ د خداى خبرې دي،چې وحې او الهام شوي دي؛خو معجزه او د غيربشري چارو له مقولو ځنې نه دي.
د نورو اسماني کتابو او قدسي احاديثو په پرتله د قرآن امتياز دادى، چې هم غيربشري عمل؛يعنې وحې ده او هم له غيربشري مقولو؛يعنې د اعجاز تر بريده او د بشر له ځواکه اوچت چار دى؛قرآن کريم وايي :
((قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَن يَأْتُواْ بِمِثْلِ هَـذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا (اسراء/٨٨)= ووايه:(( كه (ټول) ا نسانان او پېريان راټول شي،چې د قرآن په شان بل قرآن راوړي؛ نو راوړاى نشي، كه (په دې كار كې) څومره يو د بل لا سنيوى وكړي .))
ددې غونډلې-جملې بل تفسير دادى،چې د نورو پېغمبرانو په پرتله،چې معجزې يې بشري چار نه و،د حضرت محمد (ص) معجزه له بشري مقولو ځنې ده؛ځکه ډول يې وينا،پوهه او فرهنګ دى؛خو غير بشري چار دى؛يعنې د مافوق بشري چار تر بريده دى،له غيبو او د طبيعت هاخوا ځواکه سرچينه اخلي.که مراد يې دا وي او بايد هم همدا وي؛نو دا پخپله د غيبو،له طبيعت هاخوا، خارق العاده او عجايبو او غرايبو چارو يو ډول منښته ده؛نو ولې له پيله له معجزې او خارق العاده چارو اخستنه مو د هغو اخستنو په څېر وي،چې له خرافاتو او نامعقولو چارو يې اخلو؟ آيا موږ بايد له پيله د معجزې او خارق العاده چارو حساب له خرافاتو او اوهامو بېل کړو؟ چې کم خبره وګړي له دې اخستنې هغه اخستنه و نه کړي،چې موږ يې هم نه غواړو؟
-
ټیګونه:
- د پېغمبر د لارښوونې لوري