تبلیغات

(پر له پسې د حق او باطل دویمه برخه) د تاریخي ماتریالسم اصول: ۱- د فطرت او غريزې نفې انسان په خپل ذات کې نۀ ښه دی او نۀ بد. “مارکسیسم” په خپله انسانپوهنه کې انسان ته غریزه او فطرت نۀ پېژني او هر ډول دنننۍ خټه او ذات نفې کوي؛ځکه د نوولسمې پېړۍ په […]

(پر له پسې د حق او باطل دویمه برخه)

د تاریخي ماتریالسم اصول:

۱- د فطرت او غريزې نفې

انسان په خپل ذات کې نۀ ښه دی او نۀ بد. “مارکسیسم” په خپله انسانپوهنه کې انسان ته غریزه او فطرت نۀ پېژني او هر ډول دنننۍ خټه او ذات نفې کوي؛ځکه د نوولسمې پېړۍ په ټولنپوهنه کې دا ستونزه وړاندې شوې وه،چې د انسان ټولنپوهنه پر ارواپوهنې یې ړومبېتوب لري؛څه چې،انسان ته غریزي او فطري ګڼو په واقع کې ټولنې ورکړي دي او اصولاً څه، چې انسان لري،ټولنې ورکړي دي. دا ټولنه ده،چې د انسان ټولو روحي او اروايي برخو ته بڼه وربښي. ټولنه ده،چې پر وګړي اخلاقي غریزه ورتپي او انګیري، چې خپله یې ده. انسان د خامې مادې په څېر دی،چې کارخانې ته ورکول کېږي او خپله څه اقتضا او غوښتنه نۀ لري. کارخانه،چې څرنګه وغواړي، په هره بڼه یې اړولای شي یا د ټيپ د خالي کسټې په شان دی،څه چې ورته وویل شي،هماغه ثبتوي. که ورته قرآن حکيم ووايي،قرآن حکيم ثبتوي،که ورته شعر ووايي،شعر ثبتوي او که ورته نثر ووایي،نثر ثبت او بيرته درکوي.

نو انسان په خپل ‌‌ذات کې نۀ ښه غریزه لري او نۀ بده.دا په کړکېچنو ټولنیزو عواملو پورې اړه لري،چې ممکن وګړي ښه وروزي یا بد.

۲- د اقتصاد اصالت

د مارکسیسم د ټولنپوهنې له مخې،د ټولنې سازمانونه او بنیادونه، ټول په یوه کچه نۀ دي. ټولنه د یو ساختمان غوندې ده،چې یوه ستنه او سټه لري او نورې برخې پرې بنا کېږي او تابع یې دي. د ټولنې ستنه او بیخ بنا اقتصاد دی،د اقتصادي وضع او حالت بدلون په ټولنېزو نهادونو کې د بدلون لامل ګرځي او د ټولنیزو عواملو بدلون د انسانانو د چلن د بدلون لامل ګرځي.

نو انسان له ټولنې شکل اخلي او ټولنه له اقتصاده او اقتصاد هم د تولید له اړیکو جوړ شوی او په نهایت کې د تولید اوزار دي. د تولید د اوزارو شکل دی،چې ټولنه جوړوي او ټولنه ده ،چې انسان جوړوي.

که مو غوښتل انسانان د تاریخ په اوږدو کې وپېژنئ؛نو اقتصادي وضع او د اقتصادي تولید اوزار یې وپېژنی. د انسان ښه والی او بد والی د تولید د ځانګړو اوزارو تابع دی.

خیر او رڼا له یوې خوا او شر او ظلمت له بلخوا په انسانانو پورې اړه نۀ لري،دا ټول د تولید په نظام پورې اړه لري؛تولیدي نظام کله جبراً عدل او کله جبراً متقابل اړخ یې ایجابوي.

په دې ډول،مارکسیسم د ټولنو تاریخ ته یوه لار بیانوي،چې ګردې ټولنې ضرورتاً پرې ولاړې شي. دا پړاوونه دا دي: د اشتراک لومړنى پېر، د مرییتوب پېر،د فیوډالسیم (ځمکوالۍ) پېر یا ارباب او رعیت،د بورژوازۍ پېر او پانګوالي، د سوسیالیسم او کمونیسم پېر. د اشتراک په لومړي پېر کې د انسان د پیدا کېدو له پیله،بشر د ټولنیز ژوند لومړي پړاوونه تېرول او لا تر اوسه بزګري یې نۀ وه موندلې. پوونده گري یې لا نۀ وه پیل کړې،صنعت یې پر مخ نۀ و تللى، د تولید اوزار یې ډېر لومړني ول. یوازې تېرې تیږې یې موندلې وې،چې د ځناورو ښکار یې پرې کاوه؛ هغه په همدې ساده او لومړني اوزارو کړای شول،یوازې ځان ته تولید وکړي. ژوند یې د مرغانو غوندې و،چې ګهیځ له ځالې وږى راوته او تر لمر پرېوتو په ډوډۍ پسې ګرځېد او،چې ماړه شول؛ځالو ته راستنېدل او بیا بل سهار وږي وتل او غرمه ماړه کور ته راتلل.

د تولید د دې وضع قهراً دا غوښتنه وه،چې انسانان له یو بل سره ښه اوسي، د ورورولۍ ټولنیزې اړيکې ولري،د هوسۍ د رمې په شان، چې له یو بل سره شخړه نۀ لري او ګهیځ څر ته ځي او مازیګر راستنېږي او د ورورۍ ژوند تېروي.

له طبیعت او ځنارو سره دښمني هم د دوی ترمنځ د یووالي او دوستۍ لامل وګرځید. څه نۀ و،چې تر منځ يې پرې شخړه راشي.پانګه او مال هم نۀ و،چې پرې لاس و ګرېوان شي؛ نو د اشتراک د پېر د تولید وضع، عدالت،مساوات،او وروري غوښته.

خو د بشر وضع لږ لږ پرمختګ وکړ. انسان بزګري زده کړه، پوونده گري یې زده کړه،نوي او بشپړ اوزارونه یې جوړ کړل،چې له اړتیا زيات یې تولید کړل. د ساري په ډول: غنم او نورې دانې یې پیدا کړې،په ځمکه کې یې کرلې او اویا منه یې ترې رېبل او له ځان سره نور، لس کسان یې پرې مړولای شول.

له همدې ځایه زبېښاک یا استثمار پیدا شو؛یعنې ځینې دې کار او تولید وکړي او ځینې د کار محصول یې وخوري، بې له دې چې کار او کوښښ وکړي. مخکې هر چا د اجبار له مخې ځانته کار کاوه؛خو اوس دا شونې شوې،چې یو کس د بل د کار له لارې ژوند وکړي. په دې توګه خصوصی مالکیت پیدا شو،د ځمکې مالکیت او د مريي مالکیت. ځینو به جنګي مریان کارول او په خپله به پراته ول،خوړل یې او مریان یې زبېښل.

په دې ډول،له کله چې د تولید اوزارو وده وکړه،خصوصي مالکیت پيدا شو او ورسره غبرګ زبېښاک او تېری هم رامنځ ته شو.

اقتصادي بیخ بنا،چې خرابه شوه،بشر هم فاسد شو یا زبېښاکګر شو او یا هم وزبېښل شو. د “مارکس” په تعبیر دا دواړه په یو ډول له یو بله پردي شول،له خپل انسانیته ووتل؛ځکه د انسانیت بنسټ “موږ” کېدل و. پخوا مالکیت عمومي او اشتراکي و،د خصوصي مالکیت په راتګ “موږ” پر “زه” واوړېد،چې د یو بل پر وړاندې ودرېدل او له همدې ځایه فساد،تېری، شرارت او تباهي پیل شوه. د اشتراکیت په دوره کې،چې څه ول،خیر،ورورولي،ښېګڼه او عدالت و؛دا ځکه چې پانګه نۀ وه. په نورو پېرونو کې،چې مالکیت پیدا شو،څه چې راغلل بدي ، تېری ، فساد او نابرابري وه .

نو یوازې د اشتراک په پېر کې،حق پر ټولنې حکومت کاوه او ورورسته ترې حق او عدالت نۀ و او شتون يې هم شونى نۀ و؛ځکه د لومړني اصل له مخې، انسان اصالت ، فطرت ، وجدان او اختیار نۀ لري؛فکر،روح، ذوق ،وجدان او هر څه یې د ټولنې تابع دي او د ټولنې بنسټ هم تولیدي سازمان دی. د تولید وضع او د جبر تاریخ، چې څرنګه ایجاب کړي، هماغسې انسان جوړوي. که رڼا کړي،رڼا ته کېني اوکه تياره کړي؛ نو تياره ته.

در پس آينه طوطى صفتم داشته اند – آنچه استاد ازل گفت بگو مى گويم.

دلته هينداره د تولید اوزار دی. شر، فساد او باطل د تولید له اوزارو راټوکېدلي او جبراً هم پیدا شوي او شته او وي به، ترهغې چې د تولید اوزار دومره پرمختګ وکړي،چې خصوصي مالکیت ناشونى شي او مالکیت اشتراکي او عمومي شي؛ نو په دې نظام کې به انسانان یو ځل بیا جبراً ښه شي،د حق سیوری به پراخ شي،ټول به ورونه شي؛”زه” به “موږ” شو او رڼا،خیر او عدالت به پیدا شي.

په دې لید کې انسان د تاریخ پر جبر محکوم دی او اوزار تر انسانه غوره دي. یوه ورځ اوزارو غوښتل،چې انسان دې ښه وي،بله ورځ یې غوښتنه وه،چې بد دې وي؛نو بد و.

اوس د انسان د بدۍ پېر دی. راتلونکې ورځ به د تولید اوزار وغواړي،چې انسان دې ښه وي؛نو بیا به انسان ‌ښه شي؛ نو ځکه بشر دې نۀ خوشبین وي او نۀ بدبین.

 

اصلاحي تز

ومو ویل: هغوی،چې انسان ‌ذاتاً بد او شرور ګاڼه او طبیعت ته يې بدبین ول؛اصلاحي تز یې نۀ درلود او انسان یې د سمونې او اصلاح وړ نۀ ګاڼه او ورته یې د “مدينه فاضله” طرح نۀ درلوده. اوس وایو، چې مارکسیسم هم پر اصلاحي تز قایل نۀ دی او د مالکیت په پېر کې هر اصلاحي تز، تخیل ګڼي او د بې طبقې ټولنې او عدالت لپاره اخلاقي سپارښتنې،تخیلي سوسیالیسم ګڼي؛ځکه مارکسیسم د بشر لپاره اختیار نۀ پېژني او د ټولنې او د اقتصاد د تولید اوزار یې ګڼي،چې د تاریخ پر جبر محکوم دی.

“مارکس” وايي: (( د ټولنې بدلون؛لکه د نوي زېږيدلي ماشوم په شان دی،چې موده یې نۀ وي پوره،زیږون یې ناشونی دی. باید صبر وکړو،چې د تولید اوزار د ودې هغه پړاو ته ورسېږي،چې و يې غواړي او خصوصي مالکیت له منځه ولاړ شي. تاریخ د دوه ځانې ښځې په څېر دی،چې نۀ شي کړای، په درې میاشتو کې روغ ماشوم وزيږوي او که نۀ ماشوم به زیان کړي او وبه یې غورځوي، باید صبر وکړو،چې وخت یې راورسي. څه چې کړاى شو، درد یې راکمولاى شو، چې زيږون يې اسان کړو.))

ټول کسان،چې “د ټولنې پر اصالت” ګروهمن دي؛یعنې انسان بې خټې او د وجود ټول اړخونه یې له ټولنې جوړ شوي ګڼي،جبري فکر کوي او اصلاحي تز نۀ مني؛ځکه د اصلاحي تز منل پر دې بنسټ دي، چې انسان وکړای شي ځان اصلاح کړي او حق،عدل او رښتیا رامنځ ته کړي.

مخور فرانسوی ټولنپوه “دورکهیم” په کلکه د ټولنې پر اصالت ګروهمن دی او په ډاګه وایي: (( پر انسان جبر واکمن دی ، اختیار او ازادي یوازې یو خیال دی.))

انسان د دوی له نظره د ټیپ د کسټې مثال لري،هر غږ، چې دې پرې ثبت کړ،جبراً هماغه بېرته غږوي. کسېټه نۀ شي کړاى مخالف غبرګون وښيي او ووايي، پر ما یې دا ثبت کړل؛خو زه یې پرعکس وایم یا سموم: انسان هم چې په هر ټولنیز موقعيت کې راشي،ټولنه یې هماغسې ډکوي او،چې څرنګه یې ډک کړ، هماغه بېرته ورکوي.

د ټولنې د اصالت پایله د بشر د هر ډول اختیار او ازادۍ نفې ده. اختیار او ازادي بې له دې معنا نۀ مومي ،چې اسلام «فطرت» نومولى او له ټولنې مخکې د پنزونې په متن کې انسان ته ورکړ شوی؛ نو اصلاحي تز پر دوو ستنو ولاړ دی: یو دا چې د بشر طبیعت شریر ونۀ ګڼو او بل دا چې بشر ته پر ازادۍ او اختیار قایل شو،چې پر خپلې ټولنیزې اوضاع واکمن شي او ځان او ټولنه،چې څرنګه غواړي، جوړه یې کړي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!