بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د دین ګروهیز آرونه (له اصول دین سره آشنايي) لیکوال: حاج شیخ وحید لړلیک د دین آرونو ته د ورننووتو سريزې. 8 پر خدای ایمان درلودو ته د ور رسېدو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د دین ګروهیز آرونه
(له اصول دین سره آشنايي)
لیکوال: حاج شیخ وحید
لړلیک
د دین آرونو ته د ورننووتو سريزې. 8
پر خدای ایمان درلودو ته د ور رسېدو لار. 12
د مسیحیانو یو شمېر ځانګړې ګروهې. 43
د رسول اکرم (ص) د سپېڅلي ژوند د لمر وړانګې. 58
د حضرت محمد د چلن، سلوک او اخلاقو بېلګې. 61
ائمه اثنا عشر (دولس ګوني امامان) 95
د حضرت مهدي علیه السلام ځانګړنې. 110
د امام مهدي علیه السلام اوږد عمري. 114
په غیبت پېر کې له امام مهدي(ع) د برخمنېدو لار. 117
د دین آرونو ته د ورننووتو سريزې
ددې آرونو د څرګندولو تر پيل مخکې، څو ټکیو ته پاملرنه په کار ده.
۱- د معرفت (پوهې، ښاندې او پېژندنې) تر لاسه کول په کار دي
د مبدأ او معاد د شتون احتمال، د دیني پوهې زده کړې لازموي؛ ځکه که نړۍ علیم او حکیم خالق ولري او مرګ د انسان د ژوند پای نه وي او د انسان خالق (پنځګر) دده له پیدایښته او پنځونې موخه لري او کړ لار یې ورټاکلې وي او سرغړونه ترې د ابدي بدمرغۍ لامل وي؛ نو د بنیادم فطرت ایجابوي چې دې احتمال ته – که څه کمزوری وي – په اهمیت وګوري، چې کار په څېړنه، نفې یا زباد کړي؛ لکه که احتمال ورکړي، د برښنا سیم شارتي کړې، چې فرضا شارتي وي، ژوند لولپه کوي؛ نو تر هغه آرام نه کېني چې یقین یې وشي خطر مخ پر زوال دی.
۲- حق دین ته د انسان اړتیا
انسان له تن و اروا، عقل ا و هوس جوړ یو موجود دی او ددې تړښت له امله فطرت یې د توکیزې او مانیزې نېکمرغۍ او د خپلې هستۍ مطلوب کمال ته د ور رسېدو په لټه کې دی؛ بلخوا، د هر انساني وګړي ژوند دوه اړخونه لري؛ وګړیز او ټولنیز؛ لکه د بدن هر غړی پر خپل ځانګړي ژوند سربېره، پر نورو غړیو دوه اړخيز اغېز لري.
نوځکه انسان یوې کړلارې ته اړمن دی، چې دده د توکیزې او مانیزې نېکمرغۍ، وګړیز او ټولنیز پاک ژوندون تضمینوونکی وي او دغسې کړلار حق دین دی، چې د انسان د فطرت ورته اړتیا ده:
((فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا[1]: نو خپل مخ دې د پالونکي (ساهو) دین ته ورسم کړه، دا د خدای فطرت دی چې خلک یې پرې پنځولي دي.))
او هر موجود ته یو کمال دی، او هله دې کمال ته ور رسېدای شي، چې کوم سنت، دین او لار یې چې تکامل او روزنې ته ټاکل شوې، لاروي ترې وکړي او انسان هم له دې عمومي قاعدې مستثنا نه دی.
(( قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى[2]:ویې ویل: پالونکی مو هغه دی چې هر څیز ته یې دده (له کمال سره سم) خپل جوړښت ورکړ، بیا یې (د ژوند) لار ورښووله».
۳- په وګړیز ژوند کې د دین اغېز
د انسان ژوند متن، حاشیه، اصل او فرع لري؛ اصل او متن پخپله انسان دی او څه چې تړاو ورپورې لري، دا یې حواشي او فروع دي؛ لکه مال، مقام، مېرمن، اولاد او خپلوان.
له ځان سره مینه، د بنیادم ژوند د «غم و خپګان» او «اندېښمنی و ډار» له دوو آفتونو سره اغږلی؛ غم و خپګان یې ددې لپاره دی، څه چې نه لري، ترلاسه یې کړي، اندېښمني او ډار یې په دې پار دی، هسې نه د زمانې پېښې یې شته ترې واخلي.
پر الله ایمان د دواړو آفتونو جرړې راباسي؛ ځکه پر پوه، وسمن، حکیم او لورین الله (ج) ایمان، نوموړی د ورته ټاکل شویو دندو عملي کولو ته اړ باسي او د بندګۍ د دندو په عملي کولو، پوهېږي چې خدای د حکمت او رحمت په پېرزوینو، څه یې چې په خیر او نېکمرغی وي، ورسوي او څه یې چې په شر او بدمرغۍ وي، ترې یې ساتي.
بلکې د هغه حقیقت په موندو، چې نور حقایق یې پر وړاندې مجاز دي او بې له دې هر څه شګي ګل (سراب) دی، چې اوبه ښکاري، بله ورکه نه لري او پر دې ایمان، چې:
مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ وَمَا عِندَ اللّهِ بَاقٍ[3]: څه چې درسره دي، له منځه ځي؛ خو څه چې له الله سره دي، تلپاتې دي.
*
((أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ.الَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ.لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَياةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ لاَ تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ[4]:پوه شئ! د الله پر دوستانو نه وېره شته او نه به غمجنېږي؛ هماغوى چې ايمان يې راوړى او (د الله د فرمان له مخالفته) ډډه كوي؛د دنيا په ژوند او اخرت كې ښاد (او خوشحاله) دي، د الله ژمنې نه بدلېږي، دا يوازې ستره بريا ده.))
ناپایښته څیزونه راښکوني ورته نه دي، چې له نه درلودو یې غمجن او له لاسه وتو یې اندېښمن وي.
*
د توکیزو لېوالتیاوو له لاس ته راوړو خوشحالي او له نه لاس ته راوړو یې اندېښمني راولاړېږي، چې دا حالات انساني ژوند ناانډولوي؛ خو پر الله تعالی ایمان دی، چې په دې توپاني څپو کې مؤمن ته ډاډمنتیا ورکوي:
((لِكَيْلَا تَأْسَوْا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ: (حدید -۲۳) دا ځكه څه مو چې له لاسه وركړي، پرې خپه نشئ او څه يې چې دركړي (زړه ورپورې ونه تړئ او) پرې ونه نازېږئ))
((الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ:)رعد- ۲۸)( هغوی چې ايمان يې راوړى او زړونه يې د الله په ياد ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر وسئ ! يوازې د الله په يادولو (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي)(
۴- په ټولنیز ژوند کې د دین اغېز
انسان داسې شهوت او غضب لري چې د ډېرغوښتنې په غریزه، په هېڅ پوله نه تمېږی، که د مال شهوت پرې لاسبر شي، د ځمکې زېرمې یې نه قانع کوي، که د مقام شهوت پرې لاسبری شي، د ځمکې واکمني ورته بسنه نه کوي او غواړي چې د خپلې واکمنۍ بیرغ پر نورو کراتو ور هسک کړي:
((وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا هَامَانُ ابْنِ لِي صَرْحًا لَّعَلِّي أَبْلُغُ الْأَسْبَابَ.أَسْبَابَ السَّمَاوَاتِ:)غافر: ۳۶ – ۳۷ ) او فرعون وويل: ((هامانه! يو [لوړ] برج راجوړ كړه، چې ښايي پر وزلو لاسبرى شم،اسمانونو ته (د ورختو) په وزلو ()
د خېټې، لمن، مال او مقام سرغړاندې غوښتنې او د غضبیه قوې کارونه، د ناپایه هوسونو قناعت ته هېڅ پوله نه پېژني او هر حق لتاړي او په دغسې شهوت او غضب به د انسان د ژوند پایله بې له فساد او وینې تویولو بل څه نه وي؛ ځکه د انسان فکري ځواک د طبیعت رازونو په راسپړلو او نامحدودو ځاني غوښتنو پوره کولو ته ددې قوت کارونه، د انسان ژوند خو لاڅه چې د ځمکې کره – چې د بشري ژوند زانګو ده- هم ورکاوی ته ورکاږي:
((ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ:)روم – ۴۱) د خلکو د كړنو له لامله، په وچه او لمده كې فساد څرګند شو)(
هغه قدرت چې سرغړاند نفس کابو کوي، د انسان شهوت او غضب انډولوي او د وګړي او ټولنې حقوق تضمین او تامنیوي، پر مبدا، معاد، ثواب او عذاب ایمان درلودل دي.
او انسان به پر هغه خدای باندې پر ګروهه: [ ((وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ:(حدید- ۴)او چېرې چې یاست هغه درسره دی.))] او دغسې مجازاتو [((فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ.وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (زلزلة: ۷- ۸): نو څوک چې د ذرې هومره ښه کار وکړي، وینې یې او څوک چې د ذرې هومره بد کار وکړي، ویني یې.))] هر خیر ته اړ او له هر شره بچ وي او داسې ټولنه به رامنځ ته شي، چې پایښتې سوله پکې وي او تل به له شخړو لرې او خوندي وي.
۵- د دین پر آرونو د پوهېدو مرتبه
د انسان فطرت، پر علم عاشق دی؛ ځکه انسان په عقل انسان دی او علم د عقل مېوه ده؛ په همدې پار، که ناپوه ته ناپوه وویل شي، سره له دې چې پوهېږي، ناپوه دی خپه کېږي او که پوه ورته وویل شي خوشحالېږي.
اسلام د فطرت دین دی؛ پوهه یې له ناپوهۍ، رڼا یې له تیارې او ژوند یې له مرګ سره پرتله کړی:« انما هو نور یقع فی قلب من یرید الله تبارک و تعالی ان یهدیه [5]» «العالم بین الجهال کالحي بین الاموات[6]»
خو باید پوه شو که څه بالذات هره پوهه د مرتبې خاونده او ارزښتمنه ده؛ خو په چارو د علومو د ارزښت مرتبې بېلېږي؛ لکه د هر علم ارزښت، د موضوع په ارزښت او په دې علم کې په پایلې او استدلالي دود توپیر کوي؛ لکه انسانپوهنه تر بوټي پوهنې (ګیاه شناسي) ارزښتمنه ده؛ ځکه انسان پر بوټي غوره دی.
کوم علم چې د انسان روغتیا بیمه کوي، تر هغه علمه ارزښتمن دی، چې مالي خوندیتوب یې تامینوي؛ ځکه انساني ژوند پر مال اوچت دی او کوم علم چې د برهان له مخې نظر ورکوي، تر هغه علمه اوچت دی چې د فرضیه له مخې پایله اخلي؛ ځکه یقین پر ګومان اوچت دی.
نوځکه هغه علم ارزښتمن او اوچت دی چې موضوع یې «الله» دی؛ خو په دې ملاحظې چې غیرالله ته د الله داوچتوالي پرتلنه، څاڅکي ته د سمندر او ذرې ته د لمر پرتلنه نه ؛ بلکې متناهي ته د لامتناهي پرتلنه ده او په دقیق نظر لا شئ و فقیر بالذات د غنی بالذات پرتلنه نه ده: « وَعَنَتِ الْوُجُوهُ لِلْحَيِّ الْقَيُّومِ: حی قیوم ته څېرې خوارې شوې[7]»
او پایله یې، ایمان او صالح عمل دی چې په دنیا و آخرت کې د انسان د نېکمرغۍ وزله او د وګړي او ټولنې د حقوقو تامین دی: « مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً: مؤمن یا مؤمنه چې ښې کړنې وکړي؛ نو په یقین په پاک ژوندون یې ژوندي کوم[8].»
او مبنا یې پر علم او برهان ده او له ګومانه لاروي نه کول دي:
((ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ (نحل- ۱۲۵):په حکمت د خپل پالونکي لوري ته بلنه وکړه))
((وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ (اسرا – ۳۶):پر څه چې نه پوهېږې؛ لاروي یې مه کوه ))
((إَنَّ الظَّنَّ لاَ يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا (یونس – ۳۶):په یقین ګومان دې، له حقه نه مړه خواکوي))
د تېرو په پامنیوي، ددې حدیث شریف مدلول څرګندېږي: ان افضل الفرایض و اوجبها علی الانسان معرفة الرب و الا قرار له بالعبودیة: بحارالانوار: ۴ټ، ۵۵مخ.
په یقین پر انسان یې افضل او غوره فرایض او واجبات، د پالونکي معرفت او پېژندنه او ورته د بندګۍ اعتراف دی»
۶- د متعال خدای د پېژندو او پرې د ایمان راوړو شرط
انسان د هرې ښکارندې پر وړاندې، ددې د پنځګر په لټه کې دی او د بنیادم فطرت د هستۍ د سرچینې د پیداکولو تږی دی.
خو باید پوه شو چې ایمان او د خدای پېژندنې مرغلره – چې د علم او معرفت د زېرمو ډېره ارزښتمنه مرغلره ده – د عدل او حکمت له مخې، د هغه نه پر برخه کېږي چې د ایمان او خدای پېژندنې پر ظلم اخته شوی وي؛ ځکه نااهلو ته د حکمت ورکړه، پر حکمت ظلم او له وړ یې دریغول د حکمت پر خاوندانو تېری دی.
او باید پوه شو چې د مبدا او معاد پر نشتون ګروهه هله شونې ده چې انسان پر ګرده هستۍ او د عدل او معلولاتو په لړۍ احاطه پیدا کړي او مبدا او معاد و نه مومي او چې دغسې یو محیطي ادراک عملي نشي، د مبدا او یقین پر نشتون یقین محال دی؛ بلکې څه چې شوني دي، د مبدا او معاد نه پېژندل دي.
نوځکه د عدل او انصاف غوښتنه ده: څوک چې د خدای تعالی په شتون کې شکمن وي، قولا او عملا دې د شک په غوښتنه عمل وکړي؛ لکه که څوک د یوه شتون (وجود) احتمال ورکوي، چې د شتون په حال کې یې همېشنۍ نېکمرغي او په نشتو کې یې ابدي بدمرغي پر برخه کېږي، عقلي دنده یې داده چې په زړه او خوله نټه ترې و نه کړي او د عمل پر وخت تر خپلې وسې یې په لټه کې هڅه وکړي او د عملي دندو پر مهال احتیاط خپل کړي، چې هسې نه خدای وي او له حکمه یې د سرغړونې پایله ابدي بدمرغي وي؛ همداراز که څوک په خوندورو خوړو کې د زهرو د شتون احتمال ورکړي؛ نو د خپلې عقلي دندې له مخې باید له خوړو ډډه وکړي.
د خدای په شتون کې هر شکمن که پر دې عدل – چې عقلي واجب یې دی – عمل وکړي، بېشکه معرفت او ایمان ته به ورسي: ((وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا (عنکبوت- ۶۹)- او هغوی چې په لار کې مو جهاد کوي، هرومرو خپلې لارې ورښیوو.» او که نه پر دې حقیقت په ظلم کولو به، د متعال خدای پېژندنه ور پر برخه نشي:((يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا (بقره – ۲۶۹):خدای چې چا ته وغواړي، حکمت ورکوي او چا ته چې حکمت ورکړای شي؛ نو ډیر خیر ورکړای شوی دی.))
((وَيُضِلُّ اللّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللّهُ مَا يَشَاء (ابراهیم – ۲۷): او خدای ظالمان بې لارې کوي او څه چې وغواړي هماغه کوي.))
دې چارو ته له ور پاملرنې روسته د دین د أرونو په ویلو لګیا کېږو.
پر خدای ایمان درلودو ته د ور رسېدو لار
پر خدای ایمان درلودو ته ګڼې لارې شته:
اهل الله ته خدای خپل ځان خپله ورپېژني:
((أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ(فصلت- ۵۳): ایا بس نه دی چې بېشکه پالونکی دې پر ټولو څيزونو شاهد دی ))
حضرت علي (ک) وايي: « یا من دل علی ذاته بذاته: ای هغه ذاته چې یوازې په خپل ذات دې، خپل ذات وښود[9]»
امام زین العابدین وايي: « بک عرفتک وانت دللتنی علیک و دعوتنی الیک ولو لا انت لم ادری ما انت؛ تا خپله ځان راوښود او خپل لوري ته مې بولې او که خپل ذات دې نه وای؛ نو نه پوهېدم، چې څوک یې او څه یې. »[10]
او بې اهل الله ته پر خدای ایمان درلودو لپاره، په لنډو څو لارو ته اشاره کوو، چې په (الف)، (ب)، (ج) او (د) برخو یې ویشو:
الف: که انسان ځان او څه یې چې د ادراک په چاپېریال کې دي، وویني او هره برخه یې ملاحظه کړي، مومي چې د هغې ذرې نشتون محال نه دی او شتون او نشتون یې ممکن (شونې) دی او ذات یې نه د شتون اړتیا او نه د نشتون اړتیا لري او هر څیز چې شتون او نشتون یې شونی دی، یو سبب ته اړمن دی چې دا رامنځ ته کړي؛ لکه د تلې دوه برابرې پلې، چې بې بهرني عامله شونې نه ده، یوه پله بر بلې درنه شي، په دې توپیر چې شونی وجود د وجود په سبب پورې تړلی او نشتون یې د وجود د سبب په نشتون کې دی او داچې د نړۍ د اجزاوو د هر جز شتون وجود ورکوونکي ته اړمن دی، دا وجود ورکوونکی یا خپله همدا دی او یا په څېر یې له نورو موجوداتو دی؛خو خپله سره له دې چې خپله د شتون خاوند دی نو څنګه څه چې نه لري (بل ته) ورکړای شي. او په څېر یې چې د همده په څېر ځان هستولای نشي؛ نو څنګه له ځان پرته بل هست کړي او دا حکم چې د نړۍ پر هرې برخې جاري دی، پر ټولې نړۍ هم جاري دی.
لکه د روښانه فضا شتون چې له ځانه رڼا نه لري، دې روښنايي ته د یوې نوراني سرچینې د شتون دلیل دی چې له ځان نه روښانه وي، نه له نورو، ځکه که دغسې یوه سرچینه نه وي، شونې نه ده چې فضا روښانه شي؛ ځکه څه چې په خپله تیاره وي، محال ده چې ځان روښانه کړای شي، نور خو لا څه کوې.
په دې پار د کایناتو شتون او د شتون کمالات، لکه ژوندون، علم او قدرت د یوه حقیقت پر شتون دلیل دی چې شتون (وجود )، ژوندون، علم او قدرت یې له ځانه دی او په نورو پورې تړلی نه دی:
((امْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ (طور – ۳۵): ایا دوی بې له هېڅ څیزه پنځېدلي یا دوی پخپله پنځګر دي.))
« عن ابی الحسن علی بن موسی الرضا (رح) انه دخل علیه رجل فقال له: یا ابن رسول الله ما الدلیل علی حدوث العالم؟ فقال: «انت لم تکن ثم کنت و قد علمت انک لم تکون نفسک ولا کونک من هو مثلک: یو سړی حضرت علي بن موسی الرضا (رح) ته ورغی، ورته یې وویل: یا بن رسول الله د هستۍ دپیدایښت دلیل څه دی؟ ورته یې وویل؛ ته نه وې، روسته شته شوې او په یقین پوه شوې چې بېشکه خپله دې ځان شته کړی نه دی او نه ستا په څېر، ته پنځولی یې[11] »
ابوشاکر دیصاني امام صادق (رح) وپوښت: د خپل پنځګر د شتون دلیل دې راته ووایه؟
ویې ویل: «وجدت نفسی لا تحلو من احدی الجهتین اما ان اکون صنعتها انا او صنعتها غیری، فان کنت صنعتها انا فلا اخلو من احد المعنیین، اما ان اکون صنعتها و کانت موجودة، او صنعتها و کانت معدومة، فان کنت صنعتها و کانت موجودة فقد استعنیت بوجودها عن صنعتها و ان کانت معدومة فانک تعلم ان المعدوم لایحدث سیئا، فقد ثبت المعنی الثالث ان لی صانعا و هو الله رب العالمین[12]»
کوم څیز چې نه و او شته شوی، یا همده خپله، ځان شته کړی یا بې له دې بل شته کړی، که خپله یې خپل ځان شته کړی وي، یا چې کله شته و د خپل شتون سبب شوی، یا چې کله نه و، په لومړي حالت کې،شتون ته، د شتون ورکړه ده او دا محال ده او په دویم حالت کې باید معدوم، د شتون (وجود) علت شي او دا هم محال ده او که له دې پرته، دا یې شته کړی وي، که دا پرته ددې څیز په څېر نه و او شته شوی وي، حکم یې، د هماغه څیز حکم دی.
نو د عقل په اړتیا، څه چې نه و او شته شوی، باید رادبره کوونکی او سازوونکی ولري چې په ذات کې یې عدم او نیستي نه شته.
نوځکه د نړۍ ټولې ښکارندې، د یوه پنځګر (رادبره کوونکي) د شتون دلیل دی چې رامنځ ته کوونکی نه لري او د هغه خالق (پنځګر) مصنوعات او مخلوقات دي چې مصنوع او مخلوق نه دی.
ب- که په بېدیا کې یوه پاڼه پیدا شي چې له الف تر یا د الفبا ټکي پرې لیکل شوې وي. دهر انسان ضمیر حکم کوي چې دا کار د ادراک او فهم نښه او اغېز دی او که له دې ټکیو لیکل شوې لیکنه ولولي او یا جوړې خبرې ترې واوري؛ نو د لیکنې یا دنیا له نظمه د لیکوال یا دنیاوال پر علم او حکمت استدلال کوي، ایا له لومړینو عناصرو د یوه بوټي تړښت د کتاب تر یوې کرښې – چې د لیکوال پر نانټي پوهې دلیل دی – لږ دی؟!
دا څه علم او حکمت دی چې په اوبو او خاوره کې یې د دانې دپوټکي د ورستېدو او مرګ لامل چمتو کړی او زڼی یې په بوټیز (ګیاهي) ژوندون ژوندی کوي؟!
جرړې قوي کوي چې ځمکه څیرې کړي او په خاوره کې د بوټي قوت او خواړه جذب کړي او د خاورې په هره برخه کې د بېلابېلو ونو قوت چمتو کړی، چې هر بوټی او ونه خپله ځانګړي خواړه ومومي او د هرې ونې جرړه یې داسې جوړه کړې چې بې له خپل ځانګړي قوته – چې د ونې ځانګړې میوه ده – جذب نه کړي او د ځمکې له جاذبې قوی سره مبارزه وکړي،اوبه او خواړه ډنډرکي او ښاخونو ته ولیږي او د جرړې له فعالیت سره جوخت- چې په خاوره کې خواړه او اوبه لټوي – د رڼا او هوا د چمتو کولو لپاره په فضا کې د ډنډرکي فعالیت پیلېږي: « کل میسر لما خلق له: هر څیز څه ته چې پنځول شوی میسر دی[13]»
او که څومره هلې ځلې وشي چې جرړه – چې په ځمکه کې ورډوبېږي – او ډنډرکی – چې هوا ته پورته کېږي- له خپل حکیمانه سنته واړوي،اپوټه جرړه فضا ته او ډنډرکې ځمکې ته راولي؛ نو دواړه له قانون ماتونې سره مبارزه کوي او خپل طبیعي بهیر وهي: « ولن تجد لسنة الله تبدیلا: او هېڅکله به د خدای سنت ته ادلون بدلون و نه مومي.))
یوازې د یوې ونې په پیدایښت کې سوچ، چې رګونه یې له بېخه او جرړو، زرګونو پاڼو ته په هېښنده نظم غځول شوي او د پاڼې هرې ژوندینکی ته قوت ورکړای شوی چې اوبه او خواړه د جرړو له لارې د ځمکې له تله جذب کړي؛ نو کافي ده چې انسان په لایتناهي علم او حکمت ایمان راوړي:
(( أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ السَّمَاء مَاء فَأَنبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَّا كَانَ لَكُمْ أَن تُنبِتُوا شَجَرَهَا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُونَ. (نمل-۶۰): (ايا معبود بوتان مو غوره دي) که هغه چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي او له اسمانه يې اوبه رااورولي؛نو په اوبو مو ښكلي باغونه رازرغون كړل، چې له وسې مو پوره نه و، چې يوه ونه يې(هم) راوټوكوئ! ايا له الله سره بل معبود شته؟ (نه) بلكې دوى داسې ډله ده، چې (مخلوقات د ناپوهۍ له لامله له خپل پالونكي سره) سيالان ګڼي.))
((أَأَنتُمْ أَنشَأْتُمْ شَجَرَتَهَا أَمْ نَحْنُ الْمُنشِؤُونَ (واقعه- ۷۲): ايا ونه يې تاسې پنځولې، که موږ يې پنځوونکي يو؟!))
((وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْزُونٍ(حجر – ۱۹): او په كې مو (د انسان د اړتيا) هر څيز انډول او په ټاكلې کچه راټوكولى دى.))
هر بوټي او ونې ته چې ووینئ، له جرړې تر مېوې یې د حق علم، قدرت او حکمت نښه (آیت) ده او د هغه قانون اېل دي چې پالنې ته یې ټاکل شوی دی: ((وَالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ يَسْجُدَانِ(رحمن – ۶): او بوټی او ونه سجده کوي.))
همدا راز د هر څاروي په ژوند کې سوچ بنیادم خدای ته ورسېخوي.
ابو شاکر د يصاني امام صادق (رح) ته ورغی، ويې ويل: يا جعفر بن محمد! معبود مې راوښيه؛ يو کوچني په هګۍ لوبې کولې، امام هګۍ ونيوه، ويې ويل:
«ديصاني! دا يوه پټه راتاوه کلا (حصار) ده، ټينګ پوټکی لري، او ترې ورلاندې نرم (رقيق) پوټکی دی او ددې تر لاندې سپينه مايع او روان سره دي، چې يو له بل سره نه ګډېږي، نه له دې راتاوې پټې کلا کوم سمونپال راوتی چې له سمونې يې مو خبر کړي او نه له دباندې کوم ورانکاری او مفسد ورننوتی چې له افساد او ورانکارۍ يې موخبر کړي، او نه څوک پوهېږي چې دا هګۍ نر ته پنځول شوې يا ښځې ته.»[14]
دا له چاڼ شوې چونې جوړه راتاوه کلا، چې رازونه پکې پټ دي، کوم تدبير جوړه کړې او چونه يې د مارغه له خوړليو دانو بېله کړې او په زيلانځ کې يې د چورګوړي پالنې ته د يوه خوندي ځای په توګه چمتو کړې او څاڅکی (نطفه) يې په سيپۍ (صدف) کې د مرغلرې په څېر اېښی، لکه چې چوړ ګوړی له موره جلا او د رَحِم (زيلانځ) په جنيني دوران (پېر) کې نه دی چې چور ګوړی خواړه (غذا) ترې واخلي، خواړه يې په کلا کې ترڅنګ ورچمتو کړي او د چونې د سخت پوټکي، چورګوړي او خوړو ترمنځ يې، نرم (او لطيف) پوټکی ايښی، چې د کلا کلکوالی چور ګوړي او خوړو ته يې څه زيان ونه رسوي؛ او په هاغه تياره چاپېريال کې يې له هډوکيو، غړيو، عضلاتو، رګونو، اعصابو او حواسو د چورګوړي غړي او قواوې ـ چې يوازې د چورګوړي په سترګو کې څېړنه عقلونه حيرانوي ـ هر يو پر خپل ځای رادبره کړي دي او داچې بايد ارتزاق او خوړو ته دانې د تېږو او خاورو له ترڅه چمتو کړي، خوله يې د ښکر په څېر له مښوکې ور سنبالوي، چې له تېږو سره په لګېدو کې زيان ونه ويني او په دې پار چې رزق او خواړه يې له لاسه ونه وځي، يو جاغور ورکوي، هره دانه چې پيدا کوي پکې يې ساتي. چې سوکه سوکه يې هاضمې ته ور وسپاري او د مارغه پوټکی په وزرونو او بڼکو پوښي، چې په دې توګه يې د تودوخې، سړو او د څارويو له ځورنې ساتي. د حيوان د ژوند پر اړتياوو، ضرورياتو او واجباتو سربېره له مستحباتو يې هم چې ظاهري ښکلا يې ده غفلت نه کوي او وزرونه او بڼکې يې په زړه پورې رنګونو رنګوي، چې امام ويلي:
«تنفلق عن مثل الوان الطواويس: چوي او د طاووسونو د رنګونو په څېر ښکاري.»[15]
او داچې دې تکامل او بشپړتيا ته د مارغه د سينې انډول تودوخه لازمي ده، کوم مارغه چې تش د شپې تياره يې له حرکت او هڅو مخنيوی کوي. ناڅاپه يو حالت پيدا کوي، چې له غورځو پرځو لوېږي او تر هغې چې دې تودوخې ته اړتيا وي، پر هګيو ويدېږي.
ايا کوم حکمت دی چې پر مارغه دا حالت ور برلاسوي چې په چورګوړي کې د ژوندون خوځښت وردبره کوي؟! او کوم استاد دی چې ور زده کوي، هګۍ په شواروز کې وچورلوي، چې د غړيو انډول خراب نشي او چې د چورګوري پنځونه (پيدايښت) پای ته ورسي، چورګوړي ته لارښوونه کوي چې په خپله مښوکه ټينګه کلا ماته کړي او د هغې نړۍ ډګر ته پښه ورکېدي، چې په کې ژوند ته دا غړي او قواوې ورکړای شوي د ي. او هغه مارغه چې د خپلې حيواني غرېزې له مخې يې يوازې د ځان پر ګټه څېزونه راجلبول او له دې پرته يې دفع (او لرې) کول، ناڅاپه يو انقلاب پکې رامنځ ته کېږي، چې د چورګوړي ساتنې ته خپله سينه ډالوي، او تر څه وخته چې چور ګوړی ساتنې ته اړمن وي، په مارغه کې دا عاطفه پاتېږي؟!
ايا په هګۍ کې څېړنه کافي نه ده، چې موږ هغه ذات ته ورسيخ کړي چې: «خلق فسوی، والذی قدرفهدی: هغه (پالونکی) چې ټول څېزونه يې پيدا او منظم کړل او هغه (پالونکی) چې (هر څه يې) اندازه کړي او لار يې وروښووله»[16].
نوځکه امام صادق (رح) ابو شاکر ته وويل:«أتری لها مدبراً؟ قال: فأطرق ملياً، ثم قال: اشهد ان لا اله الا الله وحده لا شريک له و اشهد ان محمدا عبده ورسوله، و انک امام و حجة من الله علی خلقه و انا تائب مماکنت فيه: ايا کوم مدبر او چار سنبالی ورته وينې؟ نو اوږده موده چوپ شو، او بيا يې د الله تعالی پر وحدانيت، د نبي اکرم (ص) پر رسالت او د امام صادق پر مشرۍ (امامت) ګواهي ورکړه او څه چې پکې ول توبه يې ترې وکړه.» [17]
هو، کوم علم، قدرت او حکمت چې په تیاره خاوره کې، دانه او هګۍ په پوټکي کې چوړګوړی دیوې موخې لپاره پالي، دغسې د مور په ګېډه او زیلانځ کې د بنیادم څاڅکی – چې په پیل کې ذره بیني څاروی دی، غړي او انساني قواوې نه لري – له زیلانځ دباندې ژوند ته په بېلابېلو جهازاتو سنبالوي. د بېلګې په توګه په جنین کې هډوکي په مختلفو ډولونو او اندازو او د دندو په تړاو یې او غړی د ډول ډول حرکاتو لپاره رامنځ ته کوي؛ همدا راز د مغزو په هېښنده جوړښت دا درک ډیوه او مشال بلوي او د دزړه په فعالیت – چې په ویښه او وېدو کې هر کال میلیونونه ځل وینه راټوله او بېرته خوروي. د ژوند په دې مرکز کې د ژوندون تودوخه ساتي.
د انسان د بدن په ساده ترین تړښت کې سوچ، د ناماتي علیم تقدیر ایمان ته کافي دی؛ لکه په خوله کې یې درې ډوله غاښونه ایښي؛ ثنایا مخکې، انیاب ورپسې، په دې پسې کوچني طوحن او د خولې په روستۍ برخې کې لوی طواحن یا که د طواحنو پر ځای مخکېني طواح، ثنایا او انیاب ټوکېدل؛ نو ایا د خوړو په غوڅولو او ژوولو کې او همدا راز د څېرې په بدرنګۍ او ښکلا کې ددې اوډون ونډې څه اغېز درلود؟!
که وروځې د سترګې له پاسه پر ځای، تر سترګې لاندې وې، یا د پزې سوري د مخ ښکته پر ځای مخ پورته وای،څه کېدل؟!
د ځمکې ابادي – له کرنې نیولې تر ټینګو ماڼیو او ظریف ترینو صنایعو پورې- د انسان د ګوتو په سرونو او ترې د نوکانو په راټوکېدو پورې اړه لري.
ایا څه حکمت دی چې د نوکانو ماده د بنیادم په خوړوکې چمتو او د هضم په هېښنده جوړښت، په رګونو کې جذبوي او د انسان د ګوتو سرونو ته یې ور رسوي او د کومې موخې لپاره چې پنځول شوي د تامین لپاره یې د نوک او غوښې تر منځ اړیکه ټینګوي چې بېلول یې ستونزمن دي او د موخې له پوره کېدو روسته دویم ځل یې یو له بله بېلوي، چې نوک په اسانۍ پرې شي؟!
هېښنده خو داده په کومو خوړو کې چې د ټینګو نوکانو راوتو ته کومه ماده چمتو شوې،په پوره لطافت د لیداو بینایي لپاره هم یوه رڼه او شفافه ماده هم چمتو شوې، چې د هضم او جذب تر پړاوونو روسته سترګو ته وررسي. که ددې دوو معلومو کارونو د رزق په ویش کې،کار اپوټه کېده او نوک په سترګه کې راټوکېده او رڼه ماده د ګوتو څوکو ته ور رسېده؛ نو په بشري ژوندانه کې به څومره ګډوډۍ رامنځ ته کېدې؟!
دا د علم او حکمت له ساده ترینو بېلګو دي چې په ځیرنه لیدو ته اړمن نه دي:
((وَفِي أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ (ذاریات – ۲۱):ایا په خپلو ځانونو کې نه وینئ»
ډېرو ژورو رازونو ته خو لاڅه کوې چې اناتومي، فیزیالوژي او میکروسکوپونونو ته اړتیا لري: ((أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا فِي أَنفُسِهِمْ (روم – ۸): ایا دوی په خپلو ځانونو کې اندنه کړې نه ده))
هو، دا یو موجود چې د پوټکي حکمت یې تر ډېرو علمي پلټونو روسته لا تر اوسه پټ دی، باید ولیدل شي چې به باطن (دننه)او زڼي کې یې څه رازونه دي؛ د ملایماتو جلبولو لپاره شهوت او د ناملایماتو دفع ته غضب ورکړ شوی، همدغسې عقل چې دا دواړه (شهوت او غضب) له عقلي پلوه انډول او له نظري پلوه حواس هدایت کړي: ((وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَةَ اللّهِ لاَ تُحْصُوهَا (نحل – ۱۸): او كه د الله نعمتونه وشمېرئ [نو څنگه چې دي] شمېرلاى يې نشئ.))
د دغسې یو حکمت کتاب د علم او قدرت په کوم قلم د اوبو پر یوه څاڅکي لیکل شوی دی؟!
((فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ مِمَّ خُلِقَ.خُلِقَ مِن مَّاء دَافِقٍ (طارق- ۵ او ۶ ): (( نو انسان دې وګوري، چې له څه پيدا شوى دى؟! له ټوپ وهونكيو اوبو پيدا شوى دى؛))
((يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ (زمر – ۶): هغه د میندو په ګېډو كې په درې ګونو تيارو (د جنين کڅوړه، زيلانځ، ګېډه) كې يو په بل پسې (څاڅکى، علقه، مضغه) يوه بڼه دركوي.))
دا څه علم، قدرت او حکمت دی چې په هغه ناڅیزه اوبو کې یې له ذره بیني لامبوزن څاروي، داسې بشر پنځولی چې د ادراک مشال او ډیوه یې د افاق و انفس (دباندې او دننه) ژورې څېړي.
((اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ.الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ.عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (علق: ۳، ۴ او ۵): ولوله چې پالونكى دې (تر ټولو) ډېر عزتمن دى؛ هغه [پالونكى] چې په قلم يې ښوونه وكړه،انسان ته يې هغه څه وروښوول، چې پرې نه پوهېده.))
او ځمکه و اسمان یې د خپل فکر او قدرت ډګر کړی دی؟!
((أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِيرٍ (لقمان – ۲۰): ایا غور مو کړی نه دی، چې الله په اسمانونو او ځمكې كې ټول څيزونه دراېل كړي او خپل ښكاره او پټ [: توکيز او مانيز] نعمتونه يې پر تاسې (پراخ لورولي او) بشپړ كړي؟! خو ځينې خلك د الله په باب، بې له دې، چې كومه پوهه، لارښوونه او روڼ كتاب [ولري] ناندرۍ وهي. ))
ایا انسان ددې علم، قدرت، رحمت او حکمت د عظمت پر وړاندې څه ویلای شي؛ خو داچې پخپله یې ویلي دي: ((فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ(مؤمنون – ۱۴): نو الله لوړ پوړی دی چې خورا ښه پنځګر دی))
او بې له دې بل څه نشي کړای چې پر سجده شي او ووایي: « سبحن ربی الاعلی و بحمده»
د فصلت ۵۳ آیت[ ((سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ: ژر به خپلې نښې په سراسر نړۍ او په خپله همدوی کې وروښیم چې ورڅرګنده شي په رښتیا هغه حق دی))] له مخې باید د نړۍ څنډو ته نظر وکړو، چې په میلیونو نه لمر، سپوږمۍ او ستوري یې پیدا کړي چې د ځینو رڼا له زړګونو نوري کلونو روسته- نور په یوه ثانیه کې درې لکه کیلومتره لار وهي- ځمکې ته رارسي، ځینې یې په میلیونو وارې تر ځمکې لویی دي، تر منځ یې واټنونه حساب شوي او هر یو پر خپل ټاکلي چورلیز څرخي او د جاذبې او دافعې قانون له مخې یې تر منځ انډول دی، چې سره نه ټکر کېږي: ((لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ (یس – ۴۰): نه د لمر په وس كې ده، چې سپوږمۍ راګېره کړي او نه شپه پر ورځې راړومبۍ کېدونې ده او دا هر يو په (خپل خپل) چورلیځ كې لامبو وهي.))
ځمکه چې د انسان د ژوند مرکز دی، پر دې باندې په ورچاپېره فضا ( او تشیال) یې خوندي کړې، چې د اورغورځیوله ګواښونو بچ وي.
د لمر و ځمکې واټن یې داسې جوړ کړی، چې د رڼا او تودوخې له نظره د کانونو، نباتاتو، څارویو او انسان شرایط پکې په ښه توګه چمتو شي.
د ځمکې وضعي او انتقالي حرکت داسې سنجول شوی چې هره شېبه د ځمکې په غټې برخې کې لمر ختل او پرېوتل، شپه و ورځ موجود وي او په لمر راختو، خپل ژوند پیل او په پرېوتو یې استراحت وکړي:
((وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا (فرقان- ۶۲): او دی هماغه ذات دى، چې كه څوك غواړي، پند واخلي يا غواړي شكر وباسي (؛ نو) شپه و ورځ يي يو په بل پسې كړې ده (او د ورځې يې، چې په كومو چارو كې لنډون كړى وي،د شپې دې يې ترسره كړي يا اپوټه). ))
((وَمِن رَّحْمَتِهِ جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (قصص – ۷۳): او له لورنې یې [داده چې] شپه و ورځ یې درپيدا كړي، چې (په شپه كې) هوساېنه وكړئ او( په ورځ كې) روزي ولټوئ او ښايي (د نعمت) شكر يې پرځاى كړئ.))
((قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِضِيَاء أَفَلَا تَسْمَعُونَ (قصص- ۷۱): ووايه: ((څه ګڼئ كه الله شپه تر قيامته دراوږده كړي؛نو ايا بې له الله کوم خداى رڼا درته راولي؟! نو ايا (حقايق) نه اورئ؟!))
رڼا و تیاره، ورځ و شپه چې یو له بل سره په ټکر کې دي؛ خو د یوې موخې لپاره یې لاسونه سره ورکړي، بلخواپه ورځ څه چې پر ځمکه دي او په شپه څه چې په اسمان کې دي، د بنیادم سترګو ته ایښوول کيږي. چې په شپه و ورځ کې د اسمان و ځمکې «ملک اوملکوت » د بنیادم د «لیدو او بصیرت» په درشل کې وي.
او شپه و ورځ انسان ته د هستۍ د کتاب پاڼې اړوي، چې د ځمکې او اسمان په پاڼو کې د خدای آیتونه ولولي:
((أَوَلَمْ يَنظُرُواْ فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللّهُ مِن شَيْءٍ وَأَنْ عَسَى أَن يَكُونَ قَدِ اقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ (اعراف – ۱۸۵): او ايا د اسمانونو او ځمكې په ټولواکۍ کې او څه چې الله پيدا كړي (په ځير او عبرت) یې ورته لیدلي نه دي؟ (او ايا په دې يې هم غور کړی نه دى، چې) ښايي نېټه يې نژدې شوې وي؟! (؛ نو كه پر دې څرګند اسماني كتاب ايمان را نه وړي؛) نو تردې روسته به په كومه خبره ايمان راوړي ؟! ))
((وكَذَلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ (انعام- ۷۵): او دغسې موږ ابراهيم ته د اسمانونو او ځمكې مطلقه پاچاهي (او پر دوى د الله پوره واكمني) ورښوولې وه (چې استدلال پرې وكړي) او له يقين كوونكيو ځنې شي. ))
کوم انسان چې د بشر په ذهن کې د قوانینو او دکایناتو د رازونو انعکاس د علم او حکمت کچه بولي، څنګه شونې ده چې د پوهانو د ماغزو، ذهن او فکر سازوونکی، پر نړۍ د واکمنو قوانینو قانون ګذار او د هستی د رازونو پنځوونکی، دعلم او حکمت نه درلودونکی وګڼي، سره له دې څه چې د نړۍ له قوانینو د ګردو پوهانو په ذهن کې منعکس شوي، د مجهولاتوپه پرتله ورته لکه څاڅکی چې سمندر ته وي: « وما اوتیتم من العلم الا قلیلا (اسراء – ۸۵) او دوی ته یوازې خورا لږه پوهه ورکړای شوې ده»
څنګه باورولای شو د هستۍ له کتابه نسخه اخستونکی، عالم او حکیم وي؛ خو د هستی د کتاب لیکوال بی شعوره او بې ادراکه وي؟!
نوځکه د علیم او قادر خدای پر شتون نمښتي هم ګواهي ورکوي:
((وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ (عنکبوت – ۶۱): او كه و يې پوښتې: ((اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي او لمر و سپوږمۍ چا ښكېل كړي؟)) هرومرو وايي: ((الله)) ! (بيا) نو دوى څنګه (د الله له عبادته) اړول کېږي؟ (او بېلارې ځي)))
((وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِيزُ الْعَلِيمُ (زخرف – ۹): او كه ترې وپوښتې: ((چا اسمانونه او ځمكه پيدا كړي؟)) نو هرومرو وايي: ((چې پوه وسمن (الله) پيدا كړي دي.)) ))
امام رضا (رح) ته یو خدای نمښتی سړی ورغی،امام ورته وویل: که خبره مو سمه وي؛ خو داسې نه ده، موږ له نمانځه، روژې، زکات او خپلو منښتو زیان کړی نه دی (ځکه ایمان، ښې کړنې او د منکراتو پرېښوول چې دیني دندې دي،د روحي ارامۍ او د ټولنې د سمونې لامل دي، که فرضا هسې په هسې وي، د مبدااو معاد د احتمالي شتون پر وړاندې ددې کړنو زغمل، ډېر لږ زیان دی چې شر لرې کولو او خیر کثیر جلبولو ته تر سره کېږي.)
سړي وویل: کوم خدای چې وايې څنګه او چېرې دی؟
امام وویل: هغه اَیْنْ ته، اَیْنیّت، او کَیْف ته کیفیت ورکړی دی.
(هغه د این او مکان، کیف او څرنګوالي پنځګر دی، او مخلوق له اوصافو، او احوالو خالق کیږي نه او د مخلوق په اوصافو د خالق د اتصاف پایله، مخلوق ته د خالق اړتیا ده؛ نو په همدې پار متعال خدای په کیف او محدود مکان، په محسوس حس او کوم څیز نه سنجول کېږي)
سړی وویل: چې په کوم حواس نه احساسېږي ؛ نو نشته.
امام وویل: داچې حس دې د هغه له ادراکه بېوسې شو، ترې منکر شوې او داچې موږ حواس د هغه له ادراکه بېوسې وموندل، یقین مو وکړ چې هغه مو پالونکی دی. (څوک چې موجودات په محسوساتو پورې ورمنحصر وي، له دې غافل دی چې حس موجود دی؛ خو محسوس نه دی؛ لیدل او اورېدل شته؛ خو لیدونې او اورېدنې نه دي، انسان نامحدود ادراک کوي، سره له دې چې هر محسوس محدود دی، او ډېر ذهني او خارجي موجودات شته چې له حس او محسوساتو ورهاخوا دي؛ خو هغه سړی په دې انګېرنه څه چې محسوسېږي موجود به وي،د حس او محسوس له پنځګره منکر شو او امام نوموړی دې حقیقت ته هدایت کړ: د حس و محسوس، وهم و موهوم او عقل و معقول پنځګر (خالق) په حس، و هم او عقل کې نه ځاییږي؛ ځکه مدرکه قوه پر څه چې احاطه لري درک کوي یې او دا قوه د خدای مخلوق دی او خالق پر مخلوق احاطه لري؛ نو شونې نه ده د حس، وهم او عقل خالق چې پردوی ورچاپېر (محیط) دی، ددوی د ادراک په کړۍ کې شي او محیط، محاط شي او که متعال خدای، محسوس یا موهوم یا معقول شي؛ نو څه چې په دې قوې درک کېږي شبیه او شریک به وي او داشتراک پار، د اختصاص د پار مستلزم دی او تړښت د مخلوق ځانګړنه او خاصیت دی؛نو که متعال خدای په حس،وهم او عقل کې ځای شي، مخلوق دی نه خالق).
سړي وپوښتل: خدای له کومه وخته و؟
امام وویل: را ته ووایه، له کله نه و. ( خدای چې د زمانې، زمانیاتو، مجرداتو او مادیاتو توقیوم دی؛ نو عدم (نشتون) نیستي، زمان او مکان یې له سپېڅلي شان سره اړخ نه لګوي).
امام یې وپوښت: نو څه دلیل پرې دی؟
امام په انفس و أفاق (دننه او دباندې) کې د خدای نښو او آیتونو ته ورسیخ کړ او د بدن جوړښت ته یې د نوموړي پام ور وګرځاوه، چې څومره علم او حکمت پکې کارول شوی، چې دا په خپله د یو علیم او حکیم موجود (شتون) راښیي. همداراز د وریځو، باد، حرکت، لمر، سپوږمۍ او ستوریو په باب یې ځیرنې ته وباله، چې د آسماني اجرامو د قدرت په عجایبو او د حکمت په غرایبو کې په اندنې د ناماتي او علیم خدای تقدیر ته ورسي او له ادلون بدلون، تغییر او حرکته پاک پر یوه محرک ایمان راوړي[18].
ج – د مادې او طبیعت ادلون بدلون له مادې او طبیعت ورهاخوا د یوه اوچت قدرت دلیل دی؛ ځکه ماده او مادي اغېز وضع، تړاو او محاذاتو ته اړمن دی: لکه اور چې د یو جسم په تودوخه کې اغېز کوي یا یو څراغ چې وړانګه یې فضا رڼا کوي، څو له دې جسم او فضا سره ځانګړی تړاو پیدا نه کړي، شونې نه ده جسم د اور په تودوخه تود او یا فضا د څراغ په رڼا رڼا شي؛ او داچې له معدوم سره تړاو (وضع) محال دی؛ نو په بېلابېلو ښکارندو کې د مادې او طبیعت اغېز – چې په مادې او طبیعت کې نه و او رامنځ ته شوی او کېږي – شونی نه دی او هر معدوم چې په اسمان و ځمکې کې شته کېږي، د هغه قدرت د شتون دلیل دی چې اغېز یې، وضع، تړاو او محاذاتو ته اړمن نه دی او د جسم او جسمانیاتو ورهاخوا دی: ((إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ (یس – ۸۲): كار یې دغسې دى، كه كله يو څيز وغواړي(؛نو) يوازې ورته وايي، چې ((شه!))؛نو (بس) شي. ))
د – د بنیادم په خټه کې پر خدای ایمان شته؛ ځکه انسان د فطرت له مخې، ځان په یوه اتکايي ټکي پورې تړلی او محتاج بولي؛ خو پر وزلیو بوختیا او له علایقو سره تړاو، ددې ټکي د موندو خنډېږي.
هغه مهال چې له هر لوري او له هرې چاره سازۍ نهیلی شي او هره اندیزه ډیوه مړه او د هر قدرت لاس بېوسی وویني،ویده وجدان یې ویښېږي او بې اختیاره له هغه غني بالذاته- چې بالفطره پرې متکي دی – مرسته غواړي:
((قُلْ مَن يُنَجِّيكُم مِّن ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ تَدْعُونَهُ تَضَرُّعاً وَخُفْيَةً لَّئِنْ أَنجَانَا مِنْ هَـذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ(انعام – ۶۳): ووايه: (( څوك مو د وچې او سمندر له تيارو [او سختیو] ژغوري؟ چې په زاريو او پټه یې بولئ (او وايئ:) كه له دې (خطرونو او تيارو) مو وژغوري (؛نو) البته له منندويانو به شو.))))
((وَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُ مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِيَ مَا كَانَ يَدْعُو إِلَيْهِ مِن قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًا لِّيُضِلَّ عَن سَبِيلِهِ قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا إِنَّكَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ (زمر – ۸): او چې انسان ته كوم كړاو ورسي (؛ نو) خپل پالونكى په ښو زاریو بلي، بيا چې خپله پېرزوينه پرې وكړي نو هغه څه هېر کړي چې تردې مخکې یې په اړه دعا کوله او الله ته معبود ګوټي سیالان جوړ کړي، چې (خلك) د الله له لارې پرې تېر باسي. ووايه: ((په خپل كفر دې لږ برخمن شه، چې [په پايله كې] له دوزخيانو ځنې يې.))
(( هُوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ حَتَّى إِذَا كُنتُمْ فِي الْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِم بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُواْ بِهَا جَاءتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَاءهُمُ الْمَوْجُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ دَعَوُاْ اللّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ لَئِنْ أَنجَيْتَنَا مِنْ هَـذِهِ لَنَكُونَنِّ مِنَ الشَّاكِرِينَ (یونس – ۲۲): (الله) هغه دى، چې تاسې په وچه او سمندر كې ګرځوي (د تگ راتگ وس درکوي) چې كله په بېړيو كې سپاره شئ او له هر لوريو بادونو سره يې (د خپل مقصد خوا ته) خوشحاله او سوكاله سفر كوئ او بيا ناڅاپه مخالف توند باد راوالوځي او له هر لوري څپې څپاندېږي او ګومان كوئ، چې هلاك به شئ؛ نو په دې وخت كې الله ته د اخلاص له مخې دعا كوئ،وايئ:(( كه له دې سختۍ دې وژغورلو؛نو هرومرو به منندوى شو.))
یو سړي امام صادق (رح) ته وویل:
« یابن رسول الله دلنی علی الله ما هو، فقد اکثر علی المجادلون و حیرونی، فقال له: یاعبدالله، هل رکبت سفینة تنجیک ولا سباحة تغنیک؟ قال: نعم، قال: فهل تعلق قلبک هنا لک ان شئیا من الاشیاء قادر علی ان یخلصلک من ورطتک؟ قال: نعم، قال الصادق (رح):فذلک الشیئ هو الله القادر علی الانجاء حیث لا منجی و علی الاغاثة حیث لا مغیث[19]»
ژباړه: « یا بن رسول الله، الله راوښیه چې څه دی؟ چې ډېر کسان مجادله را سره کوي او هېښ کړی یې یم. امام وویل: یا عبدالله! کله په بېړۍ کې سور شوی یې؟ ویې ویل: هو، ویې ویل: که بېړۍ ماته شي، چې نه بله بېړۍ وي چې تا وژغوري او نه ماڼو وي چې لاسنیوی دې وکړي؟ ویې ویل: هو،ویې ویل: ایا هلته دې زړه یو قادر او وسمن ته ورمات شو چې له هلاکته دې وژغوري؟ ویې ویل: هو، امام وویل: نو هماغه «الله» دی، چېرې چې ژغورونکی نه وي، ودې وژغوري او مرستندوی دی، چېرې چې مرستندوی نه وي».
له الله تعالی سره دا فطري معرفت او اړیکه، چې له غیر الله نه د مطلق پرېکون او بېوسۍ پر مهال پیدا کېږي، په اختیاري حالاتو کې د علم او عمل په وزرونو ترلاسه کولای شو:
لومړی: داچې انسان د عقل په رڼا، د ناپوهۍ، جهل او غفلت پردې یوې خوا ته کړي او وویني چې وجود او د هر موجود کمالات یې له ځانه او ځان لپاره نه دي او ومومي چې ګرد سره پر سپېڅلي ذات پای مومي:
((هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (حدید- ۳): دی ړومبی، روستى، ښكاره او پټ دى او دی پر هر څه ښه پوه دى. ))
((هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاء الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (حشر- ۲۴): پنځوونکی الله؛ (بې مخینې) پنځګر، (بېسارى) انځورګر؛ غوره نامې (او ځانګړنې) يوازې د ده دي، په اسمانونو او ځمكه كې، چې هر څه دي، تسبيح یې وايي؛ او دی ناماتى حكيم دى. ))
دویم: داچې د پاکۍ او تقوا په وزله، له ځانه ګناهونه او نفساني رذایل وڅنډي؛ ځکه د خدای او بنده تر منځ یې د جهل، ناپوهۍ، غفلت او ګناه تر منځ بله پرده او خنډ نشته چې باید په عملي او عملي جهاد یوې خدا ته شي:
((وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا (عنکبوت – ۶۹): او هغوی چې زموږ په لار کې جهاد وکړ؛ نو په یقین په خپلو لارو یې ورسیخوو))
امام صادق (رح) ابن ابی العوجا ته وویل:
«ویلک و کیف احتجب عنک من اراک قدرته فی نفسک؟ نشؤک و لم تکن و کبرک بعد صغرک و قوتک بعد ضعفک و ضعفک بعد قوتک و سقمک بعد صحتک و صحتک بعد سقمک و رضاک بعد غضبک و غضبک بعد رضاک و حزنک بعد فرحک و فرحک بعد ابائک، و اباوک بعد عزمد و شهوتک بعد کراهتک و کراهتک بعد شهوتک، ور غبتک بعد رهبتک و رهبتک بعد رغبتک ورجائک بعد یاسک و یاسک بعد رجائک و خاطرک بمالم یکن فی وهمک و غروب ما انت معتقده عن ذهنک و مازال یعد علی قدرته التی فی نفسی التی لا ادفعها حتی طننت انه سیظهر فیما بینی و بینه»
« ویې ویل: افسوس درباندې،او څنګه درنه پټ شوی هغه چې خپل قدرت یې ستا په خپل ځان کې در ښودلی:نه وې خو رادبره یې کړې، تر کوچنیوالي روسته یې غټ کړې، تر بېوسی روسته یې وسمن کړې او تر وس روسته یې بېوسی کړې، تر ناروغۍ روسته یې روغ او تر روغتیا روسته یې ناروغ کړې او تر خپګان روسته یې خوشحال او تر خوشحالۍ روسته یې خپه کړې، تر دښمنی روسته دې دوستي او تر دوستی روسته دې دښمني، هوډ دې تر نه کولو روسته او نه کول دې تر هوډ روسته، تر بد ایسېدو روسته دې اشتها او اشتها روسته دې بدایسېدنه، تر ډار روسته دې لېوالتیا او تر لېوالتیا روسته دې ډار، تر نهیلۍ روسته دې هیلمندي او تر هیلمندۍ روسته دې نهیلي، څه چې دې په وهم کې نه و دریاد یې کړل او پر څه چې ګروهن وې. درنه یې پټ کړل او همداراز امام صادق، زما په وجود کې چې د الله تعالی د قدرت نښې وې او نټه ترې نشم کړای، راوشمېرلې؛ تردې چې و مې انګېرله، خدای تعالی به زما او د هغه ترمنځ ښکاره شي.[20]»
توحید
توحید؛ یعنې پردې ګروهه چې د هستۍ خدای، ایکی یو دی او د اجزاوو او صفاتو تړښت نه لري؛ ځکه د هر مرکب شتون، اجزاوو او تړښتګر ته اړمن دی او د اړمن شتون، محال دی چې ځان او نورو ته شتون ورکوونکی وي؛ او په خدایي توب او صفاتو کې هم شریک نه لري.
اوس د توحید ځینو دلایلو ته اشاره کېږي:
۱ – د «اله» ګڼتوب په خدايي توب کې ګډون غواړي ؛ ځکه دواړه «اله» دي او همداراز امتیاز ګڼتوب غواړي چې دوه ګونیتوب عملي شي، او د مرکب وجود (شتون)، له څه چې ګډون او ورته امتیاز ته، شونی او اړمن دی.
۲- بې امتیازه د «اله» ګڼښت محال دی او امتیاز د کمال د نشتون لامل او د کمال نه درلودوونکی، اړمن دی؛ او باید د اړتیا لړۍ، له ګردو اړخونو په «غني بالذات» پای ومومي، که نه محال ده چې شتون ته اړمن، د شتون ورکوونکی وي.
۳- متعال خدای هغه موجود (شتون) دی چې برید او پوله نه لري؛ ځکه هر محدود له وجود او د وجود له پولې جوړ دی او د وجود پوله، پر وجود د نشتوالی او د زاید کمال نشتون دی او دا د تړښت بدترین ډول دی؛ ځکه د تړښت په نورو ډولونو کې: یا تړښت له دوو «بود: وو» او یا تړښت له «بود» او «نمود» جوړ دی؛ او په دې ډول کې، تړښت له بود و نبود (وو، او نه وو) دی او دخدای هر ډول تړښت محال دی؛ دغسې یو موجود، هغه «واحد» دی چې «ثاني» ورته نه انګېرل کېږي؛ ځکه د ثاني انګېرنه، محدودیت یې راښيي؛ نو هغه ایکي یو (یکتا) دی چې ثاني ورته نه عملي کېږي او نه انګېرل کېږي.
۴- د هستۍ د نظم له یووالي د ناظم یووالی زبادېږي؛ ځکه د کایناتو د هرډول برخې نظم او تړښت ته په پاملرنې او بیا یوله بل سره د هستۍ د ټولو ښکارندو اړیکه څرګندوي، چې جز او کل، د یو علیم، قدیر او حکیم خدای مخلوق دي، لکه د یوې ونې د اجزاوو او د یوه څاروي د غړیو او قواوو تړښت او د دوی یو له بل سره اړیکه، ځمکه او لمر، او له نورو منظومو او ستورلیځونو سره د لمریز غونډال اړیکه د دوی یو پنځګر راښيي او همدا راز د اتم د مرکزي هستې او مدارونو، لمر او لمریزغونډال ان تر ستورلیځونو تړښت راښيي چې د ذرې، لمر او ستورلیځونو پنځګر یو دی:
((وَهُوَ الَّذِي فِي السَّمَاء إِلَهٌ وَفِي الْأَرْضِ إِلَهٌ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ (زخرف – ۸۴): او هغه دى، چې په اسمان كې هم معبود دى او په ځمكه كې هم معبود دى او همدی د حکمت خاوند او پر هر څه پوه دى.))
((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ.الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاء بِنَاء وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَّكُمْ فَلاَ تَجْعَلُواْ لِلّهِ أَندَاداً وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ (بقره – ۲۱ او ۲۲): خلكو! خپل هغه پالونكى ونمانځئ، چې تاسې او تر تاسې مخكېني يې پيدا كړي دي، ښايي ځانساتي شئ. هغه چې ځمكه يې دروغوړوله او اسمان [: د ځمكې تشیال] يې درته چهت كړ او له اسمانه يې اوبه وورولې، چې په همدې (اوبو) يې ستاسې د روزۍ لپاره هر ډول مېوې راوايستې، چې کله پردې پوهېږئ؛ نو له الله سره سيالان مه نيسئ (چې دوی دا وس نه لري) ))
۵ – امام صادق(رح) وپوښتل شو: ولې جایز نه ده چې د هستۍ صانع (سازوونکی) له یوه ډېر نه وي؟ ویې ویل: که ادعا وکړې چې دوه دي؛ نو باید تر منځ یو چاود وي، چې دوه شي؛ نو دا چاود درېیم شو او که درې شول، بیا یې تر منځ، دوه چاوده لازم دی چې درې شي؛ نو دا درې پنځه کېږي او همدغسې شمېر تر بې نهایته زیاتېږي، په پایله کې که خدای له یوه ډېر وي، باید په شمېر کې لایتناهي خدایان موجود وي[21].
۶- امیر المؤمنین علي(ک) خپل زوی امام حسن رضی الله عنه ته وویل:«واعلم یا بنی لو کان لربک شریک لاتتک رسله و لرایت آثار ملکه و سلطانه ولعرفت افعاله و صفاته: زویه پوه شه، که له پالونکي سره دې شریک وای؛ نو په یقین استازي یې در تلل او د شریکباڼي ملک، پاچاهي او سلطنت دې لیده او د دوی چارې او صفات دې پېژندل[22]»
د پالونکي پر واحدنیت د ایمان پایله، په عبادت کې توحید دی، چې بې له هغه څوک، نمانځور نه دی؛ ځکه بې له هغه چې هر څوک وي عبد(بنده) دی:
((إِن كُلُّ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِلَّا آتِي الرَّحْمَنِ عَبْدًا (مریم – ۹۳): څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، په بنده گۍ د لوراند الله لوري ته ورتلونکي دي. ))
او غیر الله ته عبادت له ذلیل ځنې ذلیلېدنه او له ګدا ګدایي کول؛ بلکې له ذلته ذلیلېدل او له ګدايي ګدایي کول دي: ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاء إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ (فاطر – ۱۵): خلکو! تاسې ټول الله ته اړ یاست او یوازې الله مړه خوا (او) ستایل شوی دی.
د متعال خدای پر وحدانیت ایمان او داچې هر څه یې دي او ورپاتېږي او لوري ته یې ورستنېدا ده، په درېیو غونډلو کې لنډېږي: « لا اله الا الله: یوازې الله لمانځوړ دی»، « لاحول ولا قوة الا بالله»، « والی الله ترجع الامور: او ټولې چارې خدای ته ورګرځولېږي[23]»
نېکمرغه هغه دی چې تل دا درې سپېڅلې کلمې وايي،په دې درېیو کلمو ویښ او ویده شي، ژوند وکړی او ومري او د «انا لله و انا الیه راجعون: سکه، د الله یو او پر لوري یې ورتلونکي یوو[24]»حقیقت ته ورسي.
او پر توحید د ایمان اغېز، د وګړي او ټولنې د فکر او ارادې وړانګه یوې اوچتې موخې – چې بې له هغه بله موخه نشته – ته ورټولوي: ((قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُم بِوَاحِدَةٍ أَن تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى (سبا- ۴۶): ووایه: یوازې د یوې خبرې نصیحت درته کوم او هغه داچې: د الله لپاره دوه دوه یا یو یو راپاڅئ)) دې ته په پامنیوي چې د انساني نفس ورټولیدنه (تمرکز) انسان ته قدرت ورکوي چې په موهوم ټکي کې د تمرکز په تمرین، له ځانه هېښنده وسمني وښيي؛ نو ایا که د انسان د فکر وړانګه هغه حقیقت ته، چې د هستۍ پیل و پای او ((نور السموات و الارض: د اسمانونو او ځمکې رڼا )) دی[25].ورټوله (متمرکز) شي؛ کوم مقام ته به ورسي؟!
وګړی او ټولنه چې د((إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (انعام – ۷۹): ما خپل مخ د اسمانونو او ځمکې پنځګر ذات ته ور اړولی، زه حنیف ( په خپل ایمان کې سوچه او ساهو) او له مشرکانو ځنې نه یم)) مقام ته ورسي؛ نو د داسې خیر، نېکمرغۍ او کمال مرکز به شي چې په خوله ویل کېدای نشي.
عن ابی حمزة عن ابی جعفر(رح):
« قال سمعته یقول: ما من شیئ اعظم ثوابا من شهادة ان لا اله الا الله،لان الله عزوجل الا یعد له شیئ ولا یشرکه فی الامر احد[26]». له دې روایته ګټنه کېږي: لکه چې څنګه کوم څیز، د متعال خدای ساری نه دی او هېڅوک یې په چار کې شریک نه دی، پردې حقیقت ګواهي چې د «لا اله الا الله » پاکې کلمې مدلول دی، په کړنو کې کوم ساری (عدیل) نه لري او له عمل سره د جزا په تړاو، په ثواب کې شریک نه لري.
په «لا اله الا الله» ژبني شهادت، په دنیا کې د ځان ومال د خوندیتوب لامل، زړګنی شهادت پرې د اور له عذابه د ژغورنې لامل او بدله یې غوره جنت دی او دا سپېڅلې کلمه د رحمانیه او رحیمیه رحمت ښکارندوی ده. له امام صادق (رح) روایت شوی: « په یقین تبارک و تعالی خدای په خپل عزت او جلال قسم خوړلی، چې هډو خپل توحید والا به په اور عذاب نه کړي[27]»
له رسول اکرم(ص) روایت شوی:
« ما جزاء من انعم الله عزوجل علیه باالتوحید الا الجنة: چا ته چې خدای د توحید نعمت ورکړی وي، بدله یې یوازې جنت دی[28]».
څوک چې تل دا پاکه کلمه یادوي؛ نو د پېښو د سختو څپو او د هوسونو د وسوسو پر وړاندې د زړه بېړۍ د «لا اله الا الله» په لنګر دهلاکت له زخمې ژغوري: (( « الذین امنوا و تطمئن قلوبهم بذکر الله الا بذکر الله تطمئن القلوب» الرعد- ۲۸: هغوی چې ایمان راوړی او زړونه یې د الله په یادولو ډاډه دي؛ نو باخبر! چې زړونه یوازې د الله په یاد ډاډ مومي))
او ټکي یې ښکاره او پټ ویل کېږي، چې د جلي او خفي ذکر هراړخیزوالی دی، او د « الله» سپېڅلې نامه رانغاړي، چې له امیرالمؤمنین علی(ک) روایت شوی:
« الله د خدای له نامو خورا ستره نامه ده او داسې نامه ده چې مخلوق پرې مسمی (او یاد) شوی نه دی او تفسیر یې دادی: هغه، هغه دی چې هر مخلوق له غیر الله د هیلې په پرېکون کې بلي. ((قُلْ أَرَأَيْتُكُم إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللّهِ أَوْ أَتَتْكُمُ السَّاعَةُ أَغَيْرَ اللّهِ تَدْعُونَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ.بَلْ إِيَّاهُ تَدْعُونَ فَيَكْشِفُ مَا تَدْعُونَ إِلَيْهِ إِنْ شَاء وَتَنسَوْنَ مَا تُشْرِكُونَ ( انعام: ۴۰ او ۴۱): ووايه: (( غور وكړئ، كه الهي عذاب يا قيامت درشي، كه رښتيا وايئ (؛نو) ايا (خپل ستونزاواري ته) بې له “الله” بل څوك بلئ ؟!)) (نه)؛ بلكې يوازې هغه دربلئ او كه وغواړي؛نو هغه ستونزه درنه لرې كوي، چې له لامله يې مو دربللى و او (نن) چې څه له الله سره سيالان نيسئ (پر هغه ورځ به يې) هېر كړئ. ))
ابو سعیدخدري(رضی الله عنه) له رسول اکرم(ص) روایت کړی چې خدای جل جلاله موسی(ع) ته وویل: « یا موسی که اسمانونه او ابادوونکي یې (چې د چارو مدبرات دي) او اوه ګونې ځمکې، په یوې پلې کې کېښوول شي او « لا اله الا الله» په بلې کې؛ نو دا پله درنېږي[29].
(یعنې ګر سره مادیات او مجردات ددې کلمې پر وړاندې سپک وزنې دي.)
یادونه:
توحید مرتبې لري:
د ذات توحید: هر موجود مرکب دی؛ بې د متعال خدای له سپېڅلې ذاته، چې ایکي یو (واحد) دی، چې احدیت (یوتوب) یې عین ذات دی. او بې له الله هر څه په وجود (شتون) کې د ویشنې وړ دي؛ لکه په مادې او صورت د جسم ویشنه او په وهم کې په آناتو د زمانې ویشنه او په عقل کې په انسانیت او وجود د انسان ویشنه او په محدود او حد د هر متناهي موجود ویشنه.
د جمل جګړې پر مهال یو چا وویل: یا امیرالمؤمنینه ! ایا وايې: په یقین خدای یو دی؟ خلک په دغسې یوې موقع کې امیر المؤمنین پوښتې!
امام ورته وویل: دا پرېږدئ، څه چې دا را نه غواړي، موږ هم له دې قومه هماغه غواړو؛ مراد مو د خدای توحید دی. بیا یې وویل: بېشکه دا وینا چې خدای واحد (یو) دی، څلور ډوله دی، چې دوه وجهې ورته روا نه دي او دوه وجهې پکې ثابتې دي. ناجایزه وجهې ورته دادي:
کوم واحد چې په شمېر کې دی: وحدانیت یې عددي او شمېریز وحدانیت نه دی؛ ځکه کوم واحد چې ثاني (درېیمي) لري، هغه واحد ته چې ثاني نه لري نه ویل کېږي: ((لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ ثَالِثُ ثَلاَثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَـهٍ إِلاَّ إِلَـهٌ وَاحِدٌ وَإِن لَّمْ يَنتَهُواْ عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ: (مائده- ۷۳): هغه خلك په يقين كافر شول، چې ويې ويل: ((په رښتینه کې (له) درېيو(خدايانو) درېيم يې ((الله)) دى)) (حال دا) بې له ((الله)) بل ((معبود)) نشته او كه دوى له خپلو ويناوو وا نه ووښتل؛ نو هرومرو كافرانو ته به يې (چې پر همدې ګروهه ټينګ درېږي) دردناك عذاب ورسي))
(۲) کوم واحد چې، د جنس ډول ترې مرادېږي، لکه چې ویل کېږي: « هغه له خلکو یو واحد دی» د واحداطلاق پردې مانا – چې له ټولګي او ډول یو وګړی دی – خدای ته روا نه دی؛ ځکه په دې اطلاق کې تشبیه ده او خدای شبیه نه لري. هغه دوه وجهې چې خدای ته جایز دي:
(۱) هغه داسې واحد دی چې هېڅ څیز ورته ورته نه دی.
(۲) عزوجل خدای داسې احد دی چې په وجود، عقل او وهم کې ناویشی دی[30].
* د ذات او صفاتو توحید: یعنې د متعال خدای ذاتیه صفات لکه حیات (ژوندون) پوهه (علم) او ځواک (قدرت) عین د خدای ذات دی، که نه د ذات او صفت ګڼتوب د تړښت او ویشنې اړینتیا ده او د اجزاوو تړښت، د اجزاوو او د اجزاوو د تړښتګر د اړمن غوښتنه ده او همدا راز پر ذات د صفاتو د ورزیاتونې لازمه داده چې د ذات په مرتبه کې، د کمالي صفاتو نه درلودونکی وي؛خو د دې صفاتو د شتون د شونتیا پار پکې وي؛ بلکې د صفاتوپر امکان سربېره، د ذات شونتیا لازمه ده؛ځکه د کمالي صفاتو نه درلودوونکی او د امکاني صفاتو حامل، غنی بالذات ته اړمن دی.
امیر المؤمنین ویلي: « اول عبادة الله معرفته و اصل معرفته الله توحیده، و نظام توحید الله نفی الصفات عنه، بشهادة العقول ان کل صفة و موصوف مخلوق و شهادة کل مخلوق ان له خالقا لیس بصفة ولا موصوف»
خدای پېژندنه د الهي عبادت پیلامه ده، او د خدای پېژندنې آر،د خدای توحید دی او د خدای د توحید نظام د خدای د صفاتو نفې ترې ده؛ ځکه د عقلونو په شهادت، هر صفت او موصوف مخلوق دی او هر مخلوق شاهدی ورکوي چې داسې پنځګر لري چې صفت او موصوف ورته نشته[31]»
په الوهیت کې توحید:
(( وَإِلَـهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ (بقره- ۱۶۳): او معبود مو هغه ایکي یو الله دی چې لوراند لورین دی او بې له دې (نمانځوړ) الله نشته.))
په ربوبیت کې توحید:
((قُلْ أَغَيْرَ اللّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ وَلاَ تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلاَّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ (انعام- ۱۶۴): (ورته) ووايه: ((ايا زه بې له الله بل پالونكى ولټوم،حال داچې د ټولو څيزونو پالونكى دى؟! او څوك چې څه (بد) كوي (؛نو د زيان) پازوال يې پخپله دى او هېڅ ګناهګار د بل د ګناه پېټى نه وړي،)) بيا تاسې ټول د خپل پالونكي لوري ته ورستنېږئ؛نو د هغه څه (له حقيقته) به مو خبركړي، چې تل مو شخړه پکې کوله. ))
((يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ (یوسف- ۳۹): دوه زنداني ملګرو! ايا خپاره واره (او ګڼ شمېر) پالونکي غوره دي يا يو زورور”الله” ؟! ))
په پیدایښت کې توحید:
((قُلِ اللّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ (رعد- ۱۶): ووايه: ((څوك د اسمانونو او ځمكې پالونكى دى؟)) ووايه: ((الله!)) (بيا) ووايه: (( الله د ټولو څيزونو پیدا کوونکی دى او هغه ايكى يو لاسبر دى))
((وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ لاَ يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ (نحل- ۲۰): او هغه معبودان، چې [مشرکان یې په ناحقه] د الله پر ځای نمانځي، هېڅ څيز پيدا كولاى نشي؛ بلكې پخپله هم پيدا شوي دي.))
په عبادت کې توحید:
چې بندګي یوازې او یوازې همده ته دي.
((قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا(مائده- ۷۶): ورته ووايه: (( ايا د الله پر ځاى داسې یو څيز نمانځئ، چې د زيان او ګټې دررسولو واك نه لري)).
په چارو او پرېکړو کې توحید:
((أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ (اعراف- ۵۴): پوه شئ، چې پنځون او( د نړۍ) سنبالنه د “الله” (او په امر يې) دي،مبارک (او پايند) دى هغه الله، چې (نا زواله) نړۍ پال دى.))
((إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ (یوسف- ۴۰): حكم يوازې د “الله” دى.))
په ډار او خشیت کې توحید:
((إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (آل عمران- ۱۷۵): (بیا څرګنده شوه) دا يوازې شيطان دى، چې خپل لارويان (په خبرو او بې بنسټه تبليغاتو) ډاروي، كه ايمان لرئ؛ نو ترې مه وېرېږئ او (زما) له (عذابه) ووېرېږئ.))
((فَلاَ تَخْشَوُاْ النَّاسَ وَاخْشَوْنِ(مائده- ۴۴): له خلكو مه ډارېږئ ! او له ما ووېرېږئ. ))
په سلطنت او واکمنۍ کې توحید:
((وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَم يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ (اسرا- ۱۱۱): او ووايه: ((ستاېنه هغه الله ته ده، چې نه يې څوك اولاد نيولى او نه څوك په واکمنۍ كې شریک ورته شته.))
د ګټې او زیان په ملکیت کې توحید:
((قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ(اعراف – ۱۸۸): (ورته) ووايه: ((زه ځان ته د ګټې او زيان واک نه لرم؛خو څه چې الله وغواړي.))
((فَمَن يَمْلِكُ لَكُم مِّنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا (فتح- ۱۱): ووايه: ((كه (الله) زيان يا ګټه دررسول وغواړي؛ نو څوك شته، چې د الله د پرېکړې د مخنيوي وس ورسره وي؟))
په رزق کې توحید:
((قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ (سبا- ۲۴): ووايه: ((څوك له اسمانونو او ځمكې روزي دركوي؟)) (خپله ورته) ووايه: ((الله!))
((أَمَّنْ هَذَا الَّذِي يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ ب(ملک- ۲۱): بلكې دا څوك دى، چې كه (الله) خپله روزي دربنده كړي (؛ نو) روزي دركړي؟))
په بروسه کې توحید:
((وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا (احزاب- ۳): او پر الله بروسه وكړه او د الله کارسازي بس ده. ))
((اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ(تغابن- ۱۳): الله هغه دى چې؛ بې له ده نمانځوړ نشته او مؤمنان بايد يوازې پر الله بروسه وكړي. ))
په عمل کې توحید:
(( و ما لاحد عنده من نعمة تجزی الا ابتغاء وجه الاعلی (لیل/ ۱۹ او ۲۰ آیتونه)؛ او له هېچا سره د بدلې موندو په هوډ، احسان نه کوي؛ خو یوازې موخه یې د ستر پالونکي خوښول دي.))
په پاملرنه کې توحید:
((إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ (انعام- ۷۹): په رښتيا ما خپل مخ د اسمانونو او ځمكې پنځګر ذات ته یو مخیز وراړولى))
او دا د هغو کسانو مقام دی چې په ذاتي هلاکت او د کایناتو په ورکېدو پوه شوی وي چې: «کل شی هالک الا وجهه[32]: هر څه هلاکېږي؛ خو وجه یې» ؛ «کل من علیها فان، یبقی وجه ربک دوالجلال و الاکرام: د ځمکې پر مخ هر څه فاني کېږي؛ خو ستا د پالونکي وجه پاتېږي، چې د جلال او اکرام خاوند دی[33]». او خدای ته په فطري پاملرنې: « و عنت الوجوه للحی القیوم (طه/ ۱) او ژوندي او پایند خدای ته به مخونه خوار او ذلیل وي»د ارادي پاملرنې، په توحید کې ځلېږي.
الله تعالی عادل دی
د متعال خدای عدل زبادلوته ګڼ دلایل دي، چې ځینې یې یادوو:
۱- هر انسان که څه هم په یوه دین پورې تړاو ونه لري، د خپل فطرت له مخې،د عدل ښه والی او د ظلم بدي درک کوي؛ ان که ظالم ته ظالم ووايې له دې نامې کرکجن دی او که عادل یې یاد کړې خوشحالېږي.
ظالم د شهوت او غضب تر اغېز لاندې، هڅه کوي چې خپلې ځاني غوښتنې ترلاسه کړي؛ که په خپلو بدو کې راښکېل او سروکار یې له محکمې سره شي او قاضي دده په زور او پیسو د حقوال حق لتاړ کړي او د ظالم پر ګټه پرېکړه وکړي، که څه ظالم د قاضي په پرېکړه خوښ دی، خو عقل او فطرت یې د قاضي پر پرېکړه بد وايي؛ اپوټه که قاضي د ظالم د زور او پيسو تر اغېز لاندې رانشي، حق و عدالت مراعات کړي، ظالم ترې ناراضي دی؛ خو فطرت یې قاضي ته په درناوي ویني.
نوڅنګه شونې ده هغه خدای چې د انسان په فطرت کې یې د ظلم بدي او د عدل ښه والي ایښی چې د عدل په ګاڼه یې پسوللی او پر ظلم له اخته کېدو یې پاکوي او د [((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ (نحل – ۹۰): په یقین خدای په عدل او احسان امر کوي))
((قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ (اعراف- ۲۹): ووایه پالونکي مې په قسط (او انصاف) امر کړی دی)) او ((يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى ( ص- ۲۶): داووده! پر ځمکه مو خلیفه کړی یې؛ نو په خلکو کې به دحق پرېکړې کوه او دهوا (ځاني غوښتنو) لاروي مه کوه.]
له مخې د عدل حکم وکړي؛ خو خپله په خپلې واکمنۍ او حکم کې ظالم وي؟!
۲- د ظلم منشا، یا د ظلم په (قبح او بدۍ)ناپوهي یا موخې ته له ور رسېدو بېوسي ده او یا (چارې) هسې په هسې دي؛ خو خدای پاک له ناپوهۍ، بېوسۍ او سفاهت (کمعقلۍ) پاک دی.
نوځکه لایتناهي علم، قدرت او حکمت ایجابوي، چې خدای پاک عادل او له هر ظلم او بدۍ پاک وي.
۳- ظلم نقص (او نیمګړتیا) ده او که خدای ظالم وي؛ نو لازمېږي چې تړښت یې له کمال او نقصان ځنې وي، او پردې سربیره چې دا یو بدترین ډول تړښت دی، له کمال او نیمګړتیا جوړ، محتاج او محدود دی او دادواړه ځانګړنې د مخلوق دي نه خالق.
پایله داچې خدای د کایناتو په پنځونه کې عادل دی:
((شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمَاً بِالْقِسْطِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (آل عمران- ۱۸): خداى (د كايناتو د يوه غونډال پر پنځون) شاهدي وركوي، چې بې له ده معبود نشته او پرښتې او د پوهې خاوندان هم (هر يو په يوه ډول پردې مطلب) شاهدان دي ! حال دا (خداى ټول كاينات) پر عدالت ټينګ درولي، بې له ده بل معبود نشته، چې ناماتى حكيم دى.))
او په قوانینو او احکامو کې: ((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ (حدید – ۲۵): په یقین خپل استازي مې له دلایلو سره لېږلي او ورسره مو کتاب او تله لېږلي چې خلک قسط ته پاڅون وکړي.)) او همدا راز د جزا پر ورځ د خپلو بندګانو په حساب رسۍ کې ((و وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ (یونس- ۵۴): او په قسط یې تر منځ پرېکړه وشوه او ظلم پرې نه کېږي)).
عن الصادق (رح):
« انه سئاله رجل فقال له: ان اساس الدین التوحید والعدل و علمه کثیر، و لابد لعاقل منه، فاذکر ما یسهل الوقوف علیه و یتهیا حفظه، فقال، اما الوحید فان لا تجوز علی ربک ما جاز علیک و اما العدل فان لا تنسب الی خالقک ما لامک علیه[34]»
امام صادق(رح) وویل: «په یقین د دین بنسټ توحید او عدل دی او علم یې ډېر دی او هر عقلمن ته لازم دي چې ترې برخمن شي؛ نو هغه څه دریادوم چې پوهېدنه پرې اسانه او د حفظ او یادونې چمتوالی یې وي؛ نو ویې ویل: اما توحید دادی، څه چې درته شوني او روا وي، خپل پالونکي ته یې شوني او روا ونه بولي، او عدل دادی پر څه یې چې پړ او ملامت کړی یې، دا خپل خالق ته مه ورمنسوبوه».
او هشام بن حکم ته یې وویل: « الا اعطیک جملة فی العدل و التوحید؟ قال: بلی جعلت فداک، قال: من العدل ان لا تتهمه و من التوحید ان لا تتوهمه[35]»
«ایا په عدل و توحید کې یوه غونډله دروښیم؟ ویې ویل: هو، درځار. ویې ویل: له عدل ځنې ده چې هغه تورن نه کړې او له توحید ځنې ده چې هغه توهم نه کړې»
او امیر المؤمنین علي (ک) ویلي:
«کل ما استغفرت الله منه فهو منک، و کل ما حمدت الله علیه فهو منه[36]» « هر څیز چې استغفار ترې کوې له تانه دی او په څه چې الله ستايې؛ نو د همده دی.
نبوت
عام نبوت
د حکیم پنځګر تر شتون زبادلو پسې، د نبوت او نبي د شتون اړتیا زبادېږي. ړومبی د الهي ښوونې او روزنې د شتون اړتیا بیانېږي:
د انبیاوو علیهم السلام هدایت ته د بشر د اړتیا پوهېدو لپاره، باید د انسان پیدایښت، د پیدایښت موخه او موخې ته د ور رسېدو او نه ور رسېدو عوامل وپېژنو، دلته په ژوره دا مسایل څېړلای نشو؛ خو د اړتیا هومره ځینو اړخونو ته یې اشاره کوو:
لومړی: انسان د بېلابېلو غرایزو درلودونکی یو موجود دی او د بنیادم ژوند له نبابي ژوندونه – چې د ژوندون کمزوری پړاو دی- پیل او تر عقلاني ژوندونه ور رسي.
بنیادم له طبع و عقل، له محدودو اړتیاوو یوه تنه، او د روح له نامحدودو غوښتنو جوړ یو مخلوق دی، چې په ترقۍ، تعالي او اوچتتوب کې تر پرښتو لوړ او په ځوړتیا او ټیټوالي کې تر څارویو خورا ټیټ دی.
عن عبدالله بن سنان، قال سئالت ابا عبدالله جعفر بن محمد الصادق، فقلت: الملائکة افضل ام بنو آدم؟ قال امیر المؤمنین علی بن ابی طالب(ک):
ان الله عزوجل رکب فی الملائکة عقلا بلا شهوة، و رکب فی البهائم شهوة بلا عقل،و رکب فی بنی آدم کلیها، فمن غلب عقله شوهته فهو خیر من الملائکة و من غلبت شهوته عقله فهو شر من البهائم: عبدالله بن سنان وویل: امام صادق (رح) مې وپوښت، پرښتې غوره دي یا بنیادم؟ امام وویل چې علي(ک) وویل: په یقین خدای تعالی په پرښتو کې عقل بې شهوته، په څارویو کې شهوت بې عقله او په بنیادم کې دواړه ایښي؛ نو د چا چې عقل پر شهوت یې برلاسی شي تر پرښتې (غوره او) ښه دی او د چا چې شهوت پر عقل یې لاسبری شي تر څارویو بدتر دی[37]»
او دا پنځونه دومره بدیع او نوې ده چې بنیادم د تنې جوړولو او پکې د خپل روح تر پوکلو روسته [38] تر ټولو موجوداتو یې استثنايي پیدایښت پیدا کړ، چې عظمت یې له دې آیته څرګند دی:
((ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ (مؤمنون- ۱۴): بل ځل مو په نوې بڼه پیدا کړ: نو ستر دی هغه الله چې تر ټولو پنځګرو ښه پنځګر دی))
بنیادم پوهېږي چې مادي محدود ژوند ته جوړ شوی نه دی؛ ځکه حکمت تقاضا کوي چې وزلې له کار سره او د پیدایښت څرنګوالی له موخې سره انډول وي.
که د انسان ژوند په دنیوي ژوند پورې محدود وای؛ نو څارویز ادراک او هغه شهوت او غضب چې ددې ژوند ملایمات (له طبع سره جوړ) جلب او منافرات (بد ایسیدوني) دفع کړي، ورته بسیاوو؛ خو د عقل ورکړه – چې د نامحدودې پوهې او د اخلاقي او عملي کمالاتو په ګاڼه د پسوللو عاشق – او همدا راز د داسې فطرت ورکړه چې هر مقام او منزلت پیداکوي؛ نو د اوچتې مرتبې تږی دی، ددې دلیل دی چې نامحدود ژوند ته جوړ شوی نه دی لکه چې په نبوي حدیث کې دي: « ما خلقتم للبقا و انما تنقلون من دار الی دار: فنا ته پنځول شوي نه یاست؛ بلکې پایینې ته پیدا شوي یئ او په یقین له یوه کوره بل کوره ته ورلېږدول کېږئ[39].»
بلخوا د علی الاطلاق حکیم حکمت ایجابوي، هر استعداد او وړتیا یې چې د کایناتو د ډولونو په خټه (او نهاد) کې ورایښي؛ نو ددې قابلیت (وړتیا) د فعلیت عوامل یې هم چمتو کړي؛ ځکه د هغې قوې افاضه (ګټه رسونه) چې هډو فعلیت ته و نه رسي او کومه غوښتنه (طلب) چې مطلب ته و نه رسي، لغوه او هسې په هسې ده.
د الله تعالی بې پایه پوهې او ځواک چې دانې ته یې د ثمر او مېوې استعداد ورکړی؛ نو اوبه، خاوره او هوا یې هم چې دانې ته د ور رسېدو عوامل پکې دي، پنځولي او که دانسان څاڅکي ته یې د بېلابېلو غړیو او جوارحو وړتیا (استعداد) ورکړی؛ نو د مور زیلانځ یې ددې استعداد فعلیت لپاره پیداکړی. ایا څنګه شونې ده د عقل تخم- چې یبره یې پوهه او کړنې دي- او روح – چې علمي، خلقي، عملي او معرفة الله بالله کمال ته د ور رسېدو وړتیا لري- وپنځوي؛ خو دعقل د تخم مېوې ته د ور رسېدو وزلې او دانسان د روح د استعداد فعلیت چمتو نه کړي او کومې موخې ته چې پیدا شوی ورسیخ نه کړي؟!
ایا شونې ده چې د((اعطی کل شئ خلقه ثم هدی (طه- ۵)؛ هر څیز یې وپنځاوه؛ نو ښیون یې کړ. ))
قانون د انسان په باب ځانګړی شي؟!
په دې پار له پیدایښته موخې ته د انسان ور رسېدو لپاره د الهي هدایت د شتون اړتیا څرګندېږي.
دویم: انسان د خپل فطرت په غوښتنه د خپل سازوونکي او پنځوونکي په لټه کې دی او غواړي پوه شي چا تر نېستۍ روسته رامنځ ته کړی او دا قوت، غړي او جوارح یې ورکړي او د خپل نعمت پر دسترخوان یې کېنولی چې خپله عقلي وظیفه – چې د حقیقي منعم مننه ده- ترسره کړي.
بلخوا سپېڅلی ذات، انسان ويني چې په خپله- سره له دې چې سراسر ناپوه، هوس او هوا دی- له خدای سره- چې د حس، محسوس، وهم، موهوم، عقل او معقول پنځګر دی او د جمال و کمال عظمت یې لایتناهي او له ټولو نیمګړتیاوو، نقایصو او قبایحو پاک، سبوح او قدوس دی- د خپلو ستونزو د هواري لپاره د سوال و ځواب اړیکه ټینګه کړي؛ نوځکه د یوې وزلې شتون لازم دی چې د انساني بڼې په درلودو- چې له مخلوق سره د اړیکې لازمه ده- له تېروتنې پاک نږه عقل، له ځاني غوښتنو پاک نفس او الهي سیرت ولري چې ددې وړ وګرځي چې د وحې په رڼا منور شي او بشر ته د الهیه معارفو او پوهاویو بابونه پرانځي؛ چې انسان له تفریط (په خدای پېژندنې کې عقل ته شاکونې) او افراطه ( حق تعالی له مخلوق سره ورته کونې) لرې کړي او د قیم دین پر سیده لار یې ورسیخ کړي: ((وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ( انعام- ۱۵۳): او (پوه شئ) همدا زما سیده لار ده؛ نو پرې ولاړ شئ او پر خپرو ورو لارو مه ځئ، چې له حق لارې مو لرې كوي، خداى دا سپارښتنه درته وکړه،ښايي ځان (له بېلارۍ) وساتئ (او خوندي پاتې شئ). ))
درېیم: انسان اندیز ځواک لري چې د طبیعت نوامیس او خوالی راسپړلی او کارولای شي او همدا راز هوی، هوس، شهوت او غضب لري چې د پولې ماتونې او ډېر غوښتنې له امله – چې د بنیادم د طبیعت ځانګړنه ده- قناعت نه کوي؛ نو په دې ځانګړنه، د ځمکې سمي او وراني د انسان په سمۍ او ورانۍ پورې تړاو لري: ((ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ (روم- ۴۱): د خلکو د کړنو له امله په وچه او لمده کې فساد ښکاره شوی.))
بلکې د: ((وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لَّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (جاثیه- ۱۳): او خدای له خپل لوري د اسمانونو او ځمکې ټول څیزونه درته ایل کړي؛ بېشکه په دې کې اندیالو ته (مهمې) نښې دي.)) په تقاضا د نورو کراتو سمي او وراني هم د انسان په سمۍ او ورانۍ پوري تړاو لري او یوازې الهي ښیون دی چې د دغسې موجود سمونه تضمینوي، چې د انسان اندیزه منځلاري په حق عقایدو او روحي منځلاري یې په فاضله اخلاقو او صالحو کړنو تامین کړي.
څلورم: د انسان ژوند د بېلابېلو اړتیاوو له امله په ټولنې پورې تړلی دی او دا تړلتیا دوه اړخیز اغېز او په پایله کې ډول ډول حقوق ایجابوي او بې د حقوقو له (احقاق او) پلي کولو، ټولنیز ژوند د پاینې وړ نه دی او ددې حقوقو تامین هله شونی دی چې له تېروتنې او نیمګړتیا خوندي قوانین جوړ او عملي شي او هم وضع کوونکی مقام پاک او په عملي کولو کې د وګړیزو ګټو تر اغېز لاندې نه وي او له حق و عدالته وانه وړي او دا چار یوازې او یوازې په الهي قوانینو، مقرراتو او مجریانو پلی کېږي: ((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ(حدید – ۲۵): په یقین خپل استازي مو په دلایلو لېږلي او له دوی سره مو کتاب وتله نازل کړي چې خلک قسط ته پاڅي)).
اوس چې په دې پارونو، مبدا او معاد ته د انسان د هدایت اړتیا او له پیدایښته موخه زباد شوه او نظري او عملي کمال ته د انسان د ور رسېدو لزوم، د ځاني غوښتنو انډول او د وګړیز او ټولنیز حقوقو تامین یې څرګند شو؛باید پوه شو، چې دا مقاصد یوازې او یوازې د وحې او نبوت له لارې کېدوني دي او دا چارې په تېروتنې ککړ ماغزه او په ځاني غوښتنو تړلي لاسونه نشي کړای او د فکر او اند په ډیوه یې په فطرت کې پراته مبهم ټکي رڼا کېدای نشي.
هغه انسان چې د خپلو نابغو د افکارو په مشال د نړۍ د خوالو په لټه کې شو او له خاورې، اوبو، هوا او اوره د نړۍ، آسماني اجرامو او د انسان د پیدایښت او د ناروغیو د لاملونو نظریه او مړې شوه او څرګنده شوه: چې د خپل بدن د تړښت له خورا ورنژدې موجوداتو او د خپلې روغتیا او ناروغۍ له علتونو ناخبره و،او د خورا ورنژدې کُرې؛ یعنې سپوږمۍ په باب یې انګېرنې ناسمې او تېروتې؛ نو آیا ددې انسان د فکر ډیوه، نوموړی د مبدا او معاد معرفت او دده د نېکمرغۍ او بد مرغۍ موجباتو ته ورسیخولای شي؟!
انساني پوهه چې په ذرې کې د پټو پرتو رازونو له درکه بېوسې ده، څنګه د انسان او نړۍ د پیل و پای لارښوده او په مبدا او معرفت کې یې د ستونزې هواروونکی او د دنیا و آخرت د نېکمرغۍ لارښوده یې وي:
نهج البلاغه لومړی خطبه: ((فَبَعَثَ فِيهِمْ رُسُلَهُ وَ وَاتَرَ إِلَيْهِمْ أَنْبِيَاءَهُ لِيَسْتَأْدُوهُمْ مِيثَاقَ فِطْرَتِهِ وَ يُذَكِّرُوهُمْ مَنْسِيَّ نِعْمَتِهِ وَ يَحْتَجُّوا عَلَيْهِمْ بِالتَّبْلِيغِ وَ يُثِيرُوا لَهُمْ دَفَائِنَ الْعُقُولِ وَ يُرُوهُمْ آيَاتِ الْمَقْدِرَةِ: نو الله پاک په دوی کې خپل استازي راپاڅول او پرله پسې یې پېغمبران ولېږل، چې د هغې ژمنې پوره کول ترې وغواړي چې الله تعالی د دوی له فطرت سره کړې وه او هیر کړی نعمت وریاد کړي.))
– ((وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَمِيثَاقَهُ الَّذِي وَاثَقَكُم بِهِ (د مائدې اووم آیت) او د وحې په تبلیغ خدای غاړه پرې خلاصه کړي او ددوی د عقلونو زېرمې راوسپړي او دخدای د قدرت آیتونو ور وښیي.))
د پېغمبر ځانګړنې
پېغمبر ځنې ځانګړنې لري، چې د دوو ځانګړنو په یادوولو یې بسیا کوو:
الف: پاکلمني (عصمت)
د انبیاوو علیهم السلام پاکلمنۍ زبادولو ته دلایل شته، چې ځینو ته یې اشاره کېږي:
۱- هر موجود چې کوم کمال ته پنځول شوی؛ نو کمال ته د ورسېدو لپاره یو سنت، قانون او آیین ورته شته او له تېرو مباحثو څرګنده شوه، چې انسان ته دا لار، الهي ښیون او حق دین دی.
او ددې کمال عملي کول ددې قانون او سنت په تبلیغ او عملي کولو پورې تړلی او پېغمبر ددې قانون (سنت) له مخې د انسان د ښوونې او روزنې ذمه وار دی او که ددې قانون په تبلیغ او عملي کولو کې څه سرغړونه وشي موخه ټکنی کېږي او د وحې د مبلغ او د الهي روزنې د روزنپوه سرغړونه، یا د تېروتنې یا د هوی (او ځاني غوښتنې) له امله ده؛ خو هره یوه چې وي، روستۍ موخه به ترلاسه نشي.
پایله داچې د الهي هدایت کمال، د لارښود کمال غواړي او د سنت او الهي دین پاکلمنتوب: ((لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ: [40])) د ښوونکي او د دین د مجري پاکلمنتوب دی.
۲- له عقلي او نقلي اړخ، دین ددې لپاره راغلی چې انسان په پاک ژوندون، ژوندی کړي: ((مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ (نحل- ۹۷): هر نارينه او يا ښمځنه، چې ښه كار وكړي (؛ نو) كه ايمان يې راوړى وي؛ نو بېشکه پاکیزه ژوندون به وركړو او هرومرو به تر خپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.))
ایمان او صالح اعمال د انسان د سپېڅلي ژوندون اوبه دي چې د دین ټولګه جوړوي او ددې ژوندون د اوبو بهیر د پېغمبر شتون دی، که بهیر ککړ وي اوبه هم ککړېږي او په ککړو اوبو پاک ژوندون ثمر ته نه رسي.
۳- داچې له بعثته موخه، د پېغمبر د «امر و نهې» منل دي او بلخوا د ګناهکار اطاعت او منل جایز نه دي؛ نوځکه له ګناه او تېروتنې د پېغمبر ناپاکلمني د موخې د نیمګړتیا لامل او د بعثت د پایلې بطلان دی.
۴- که پېغمبر له ښویېدنې، ګناه او خطا معصوم نه وي امت به یې د وحې په تبلیغ کې د ویناوو رښتینتوب او سموالی ونه مني.
۵- د ګناه او خطا منشأ، د عقل اوارادې کمزوري ده؛کامل او پوره عقل چې له وحې سره په نښلون، حق الیقین ته رسېدلی او هرڅیز څنګه چې دی ویني او هغه اراده چې بې د الله پاک له ارادې ځنې نه اغېزمنېږي، د پېغمبر په وجود کې د ګناه او تېروتنې فرصت نه پرېږدي.
ب: معجزه
هره ادعا په دلیل منل کېږي او باید د دلیل او مدعا اړیکه داسې وي چې د دعوا پر حقانیت یقین، له دلیله نه جلا کېدونې وي، د پېغمبر مدعا د الله تعالی له لوري استازیتوب دی او دا مدعا یوازې د خدای له لوري، دده د وینا په تصدیق او منلو زبادېږي؛ معجزه، د پېغمبر د ادعا په تړاو، د خدای پاک عملي تصدیق دی؛ ځکه د معجزې حقیقت یو چار دی چې – بې دعادي سبب له وساطته- پر اسبابو او مسبباتو په ورچاپېره ارادې، پر مسبب د سبب اغېز او له سببه د مسبب په اغېزمنېدو موجودېږي.
څوک چې د نبوت ادعا وکړي او له عقلي نظره یې رښتنیتوب شونی وي او له دې دعوا سره کوم خارق العاده چار ترې وشي؛ نو د حقانیت یې پرېکونی ګواه دی؛ ځکه که پر حق نه وي، خارق العاده چار یې دروغجن تصدیق او د خلکو د بی لارېتوب لامل دی او د ربوبیت سپېڅلی ذات له دې پاک دی.
د عامه نبوت بحث په دوو مبارکو احادیثو پای ته رسوو: انما لما اثبتنا ان لنا خالقا صانعا متعالیا عنا و عن جمیع ما خلق و کان ذلک الصانع حکیما متعالیا لم یجز ان یشاهده خلقه و لایلامسوه فیباشرهم و یباشروه، و یحاجهم و یحاجوه، ثبت ان له سفراء فی خلقه، یعبرون عنه الی خلقه و عباده، و یدلونهم علی مصالحهم و منافعهم و ما به بقاوهم و فی ترکه فناء هم، فثبت الامرون والناهون عن الحکیم العلیم فی خلقه، حکماء مود بین بالحکمة، مبعوثین بها، غیر مشارکین للناس- علی مشارکتهم لهم فی الخلق و الترکیب – فی شئ من احوالهم، مویدین من عند الحکیم العلیم بالحکمة، ثم ثبت ذلک فی کل دهر و زمان مما اتت به الرسل والانبیأ من الدلائل والبراهین، لکیلا تخلو ارض الله من حجة یکون معه علم یدل علی صدق مقالته و جواز عدالته[41].
امام صادق (رح) په دې روایت کې د نبوت په هکله ځینې مباحث اوڅار کړي چې ځینو ته یې اشاره کېږي:
د انبیاوو (علیهم السلام) د بعثت د اړتیا دلیل په: «و کان ذلک الصانع حکیما متعالیا» غونډله کې تر «یدلونهم» غونډلې پورې یادشوی؛ ځکه هر حرکت، خوځښت، سکون، درېدنه او کړنې چې بنیادم کوي، یا یې دنیا و آخرت ته ګټورې دي یا زیانمې، یا نه ګټورې دي او نه زیانمنی،او په هر حال انسان اړمن دی چې د خپلې دنیا و آخرت ګټه و زیان، مصلحت او مفسده، سمسمکی او ورانی وپېژني او دا پېژندنه او معرفت یوازې د الله له اړخ کېدونی دی چې د بنیادم په دنیوي او اخروی ژوند کې پر ګردو حرکاتو، سکناتو او کړنو ورچاپېر دی؛ هغه الله چې د انسان د دنیا او آخرت پنځګر دی او د پنځګر حکمت هدایت ایجابوي او داچې ښیون(او دلالت) یې – د تعالی او اوچتوالي په پار- بې واسطې شونی نه دی؛ نوځکه د الهي استازیو شتون لازم دی: «یدلونهم علی مصالحهم و منافعهم و ما به بقاؤهم و فی ترکه فناءهم».
او په عامه توګه پر ګردو انسانانو لور ېږي؛ نو په نبوت کې د حکیمانو له براهینو، ددې برهان امتیاز – د انسان د مدنیتوب او په معاملاتو او ټولنېزو اړیکو کې د عدل په پار – څرګندېږي.
او داچې له خلکو سره د اشتراک او له خلکو د امتیاز په پار او څه چې په دې اشتراک او ځانګړیتوب کې لري په: « غیر مشارکین للناس – علی مشارکتهم لهم فی الخلق و الترکیب – فی شئ من احوالهم » غونډله کې اشاره ورته شوې ده:
او په «صفوته من خلقه» غونډله کې تر نورو خلکو د پېغمبر غوراوی ته پاملرنه شوې، چې په دې نږه پنځون د پنځګر او مخلوق تر منځ د وساطت او منځګړتوب مقام ته ورسي او د «عالي» او «داني» تر منځ رابط وي.
او د «لایعبرون عنه» په غونډله کې د پېغمبر منزلت او مقام څرګندوي، چې مخلوق ته د خدای مقاصد ورولېږدوي او دا مقام د پېغمبر د سپېڅلتیا او پاکلمنتوب لازمه ده.
په «یکون معه علم یدل علی صدق مقالته و جواز عدالته» غونډله کې یې د نبوت زبادولو لپاره د معجزې د دلیل لزوم ویلی او داچې د نبوت منشأ، د حکیم علی الاطلاق، حکمت او مېوه یې هم حکمت دی – لکه چې په قرآن کې وايي: «قال قد جئتکم بالحکمة[42]»، « ادع الی سبیل ربک بالحکمة[43]»– د انبیاوو علیهم السلام نظري او عملي حکمت ته پاملرنه شوې، چې هغه پر فکر ولاړ او دا د «یعبرون عنه» او «و من عند الحکیم العلیم» په تقاضا: یوه بله ډیوه ده، چې بشري ښوونې او روزنې ته یې اړتیا، له «نور السموات و الارض» سره په اړیکې بله او روښانه شوې ده: «یکاد و زیتها یضیء و لو لم تمسسه نار[44]».
او سره له دې چې ویې وویل: «حکماء مؤدبین بالحکمة» په لنډ واټن یې وویل: «مؤیدین من عند الحکیم العلیم بالحکمة»؛ په لومړی غونډله کې په حکمت تادیب او په دویمه غونډله کې په حکمت تایید او ټینګار دی او د حکیم او علیم عندیت مقام ته د حدوث او بقا په پار د انبییاوو د حکمت او وحې ښوونځي اړیکه تر بشري اندنې ددې حکمت امتیاز «ما عندالله» و «ما عندالناس» څرګندوي. او د «و کان ذلک الصانع حکیما» غونډله او په «حکماء مؤد بین بالحکمة، مبعوثین بها» د انبیاوو ستاینه، ددې ښودونکې ده چې د نبوت فاعلي علت او غايي علت او حکمت دی او د مبدأ (پیل) او منتها (پای) تر منځ منځنی برید هم حکمت دی: ((يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ.هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ.(جمعه – ۱، ۲ آیتونه ): څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، تل هغه الله په پاکۍ يادوي، چې مالك او واكمن دى او (له هر عيب او نيمګړتيا) بشپړ پاك ناماتى حكيم دى. (الله) هغه (ذات) دى، چې په نالوستو كې يې په خپله له همدوی یو استازی راپاڅاوه، چې د خداى آيتونه ورولولي او پاك يې كړي او كتاب (قرآن) او حكمت وروښيي او که څه تردې له مخه په څرګند بېلارېتوب كې ول.))
همدا راز د امام په کلام کې نورې ارزښتمنې اشارې شته، چې ترې تېرېږو.
اتم امام په نبوت بحث کې وویل:
« فان قال: فلم وجب علیهم معرفة الرسل و الاقرار بهم و الا ذغان لهم با الطاعة؟ قیل: لانه لما لم یکن فی خلقهم و قولهم و قواهم ما یکملون لمصالحهم و کان الصانع متعالیا عن ان یری و کان ضعفهم و عجزهم عن ادراکه ظاهرا لم یک بد من رسول بینه و بینهم معصوم یؤدی الیهم امره و نهیه وادبه و یقفهم علی ما یکون به احراز منافعهم و دفع مضارهم اذ لم یک فی خلقهم ما یعرفون به ما یحتاجون الیه من منافعهم و مضارهم[45]».
ژباړه: « امام په دې روایت کې د الهي استازیو د پېژندګلوی د وجوب په علت کې پر دوی منښته او لاروی کې وویل: داچې د مخلوق په پیدایښت او په قواوو کې یې د دوی ګټو ته د ور رسیدو لپاره وزله نه وه او پنځګر یې هم له دې اوچت و، چې ولیدل شي او د خدای له ادراک یې کمزوري او بېوسي ښکاره وه؛ نو بله چاره نه وه چې دده او هغوی تر منځ یو پاکلمنی رسول وي، چې د متعال خدای امر و نهې او ادب ور ورسوي او له هغه څه یې خبر کړي، چې په ګټه وي او هم له هغه څه چې زیان ورسوي؛ ځکه په پنځون کې یې د پېژندنې او معرفت هغه وزله نه وه چې ګټه او زیان ور په ګوتو کړي».
خاصه نبوت
داچې د خاتم پېغمبر رسالت، هرې زمانې ته یو رسالت دی او آنحضرت(ص) د پېغمبرانو خاتم دی؛ نو باید معجزه یې تلپاتې وي.
بلخوا د آنحضرت(ص) د بعثت چاپېریال، د فصاحت او بلاغت له پلوه په خبرو کې د سیالۍ چاپېریال و او په هغې زمانې کې د ټولنې د وتلیو انسانانو مرتبې په نثر و نظم کې د فصاحت او بلاغت په مراتبو ټاکل کېدې.
دې دوو ځانګړنو ایجاب کړي چې قرآن مجید په لفظ او مانا کې له بېلا بېلو اړخونو د آن حضرت(ص) پر نبوت او رسالت دلیل وي، چې ځینو ته یې اشاره کېږي:
۱- بشر د قرآن کریم په څېر له راوړو بېوسې دی
د اسلام د پېغمبر راښکاره کېدل په داسې وخت او مکان کې و، چې خورو ورو ملتونو په بېلا بېلو ګروهو او عقایدو ژوند کاوه، یو شمېر مادي او له مبدأ نټي ول، یو شمېر پر طبیعت ورهاخوا ګروهن وو، یو شمېر د بوتانو پر نمانځنی اخته وو، یوې ډلې آسماني اجرام نمانځل او هغوی چې بوتان او اسماني اجرام نه نمانځل مجوسیت، یهودیت او نصرانیت ته ورمات وو.
بلخوا د فارس پاچا او د روم هر قل د کمزوریو ملتونو پر ښکیلاک، زبېښاک، جګړه او وژنې بوخت وو.
په دغسې یوه پېر کې د اسلام پېغمبر(ص)، پر غیبو او توحید باندې د ایمان بیرغ اوچت کړ او نړېوال یې د الله لمانځنې او د کفر و ظلم زولنو ماتولو ته راوبلل او د فارس، روم، غسان او حیره کبرجن پاچایان یې الله لمانخنې، د اسلام منلو، د الله دین ته غاړې ایښودنې او حق و عدالت ورتسلېمېدو ته راوبلل.
او د مجوسو له ثنویت (دوه ګونیتوب)، د نصاراوو له تثلیث (درې ګونیتوب)، خدا ی او پېغمبرانو ته د یهودو د ناروا تورونو او له پېړیو پېړیو راپاتې د ملتونو د جاهلیت له عاداتو او دودونو سره مقابلې ته راپاڅېد او پر نورو معجزو سربېره، قرآن یې د خپل نبوت برهان کړ او په قرآن یې پاچایان، د یهودو احبار، د نصاراوو قسیسین (شیخان) او ګرد سره بوتپالي سیالی ته راوبلل: ((وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ( بقره – ۲۳): او كه په هغه څه کې شكمن ياست، چې موږ پر خپل بنده [: استازي] نازل كړي، كه رښتيا وايئ (؛ نو لږ تر لږه) په څېر يې يو سورت راوړئ او (ددې کار لپاره) د الله پر وړاندې له خپلو ملاتړو مرسته وغواړئ. ))
ښکاره ده که دوی وس درلودای؛ نو له قرآن سره په سیالۍ کې یې ځنډ نه کاوه.
په فصاحت او بلاغت کې دپوهانو، شاعرانو او ویناوالو له شتون سره سره او داچې د عکاظ بازار یې د سیالۍ،ډګر کړی و او د سیالۍ وړونکی شعر یې په ویاړ د کعبې پر خونې ځړاوه؛ نو که دوی د مقابلې او سیالۍ وس درلودای؛نو ایا په سیالۍ کې یې چې د دوی د دنیا او دین وړل او بایلودل پکې وو څه کول؟
په پای کې یې بله چاره نه درلوده چې وینا یې په کوډو تعبیر کړي: ((إِنْ هَـذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ (مائده – ۱۱۰): دا بې له ښکاره کوډو بل څه نه دي))
او په دې پار ابوجهل په ولید بن مغیره (چې د عربانو د فصیحانو مرجع وه) پسې ورغی چې د قرآن په باب خپل نظر ووايي، ویې ویل: « فما اقول فیه فوالله ما منک رجل اعلم بالاشعار منی و لا اعلم برجزه منی ولا بقصیده و لا باشعار الجن والله ما یشبه الذی یقول شیئا من هذا، والله ان لقوله لحلاوة و انه لیحطم ما تحته و انه لیعلموا ولا یعلی. قال ابوجهل: والله لا یرضی قومک حتی تقول فیه: فدعنی حتی افکر فیه، فلما فکر، قال: هذا سحر یاثره عن غیره.[46]
ژباړه: ((و یې ویل: پکې څه ووایم؟ نو پر خدای قسم له تاسې تر ما څوک په اشعارو کې نه پوهېږي او نه د پېریانو په رجز، قصایدو او اشعارو، پر خدای قسم څه چې نوموړی وايي له دوی یو هم نه دی، پر خدای قسم، په یقین، خبرې او ویناوېې ډېرې خوندورې دي او هر ه خبره لټاړوي او په رښتوني چې هغه ډېر اوچت دی، او څه پرې نه وربرلاسېږی، ابوجهل وویل: پر خدای قسم، قوم در څخه هله خوښېږي، چې په غندنه کې یې یوه خبره وکړي. ولید بن مغیره وویل: ما پرېږده چې په دې باب غور وکړم، تر غور روسته یې وویل: دا کوډې دي چې له بله اغېزمنېږي او خبرېږي.))
پخپله دا، د قرآن د اعجاز پر وړاندې د تسلیمېدو دلیل دی؛ ځکه کوډې په عادي وزلو ترلاسه کېږي او د بشري وس له کړۍ وتلې نه دي، او په عربي ټاپو وزمې او ګاونډي هېوادونو کې پرېمانه تکړه کوډګر او پالیان وو، چې له قرآن سره د سیالۍ پر ځای یې په مال او مقام د حضرت(ص) په تطمیع پسې شول او چې اغېز یې ونه کړ په وژنې پسې یې راواخېسته.
۲- د قرآن ښیون
په هغه پېر کې چې یو شمېر پر طبیعت ورهاخوا ګروهن نه ول او پر هستۍ یې بې شعوره او بې درکه زمانه برلاسې ګڼله او هغوی چې پر طبیعت ورهاخوا ګروهن ول، د بېلابېلو بوتانو په بڼه یې معبودان نمانځل او هغوی هم چې اسماني دین درلود، داړول شویو کتابونو په لاسوند یې خالق د مخلوق په ځانګړنو انګېره او په داسې چاپېریال کې چې تاریخ د خلکو پر فکري، اندیز، اخلاقي او عملي ځوړتیا ګواه دی، یو نالوستی او استاد نالیدلی را پاڅېد او د بې لارېتوب د هر پاڼ پر وړاندې یې د ښیون او لارښوونې یوه لویه لار انځور کړه؛ بشر یې الله نمانځنې ته وباله، چې له هرې نیمګړتیا پاک دی، هر کمال او جمال ورمنسوب او هره ستاینه ورته ده او بې له هغه بل هېڅ معبود نمانځوړ نه دی، او تردې خورا اوچت دی چې پوله ورته وټاکل شي یا په یوه ستاینه (وصف) وستایل شي: «سبحن الله والحمدلله و لا اله الله و الله اکبر: الله له هرې نمګړتیا او د مخلوقاتو له ځانګړنو پاک دی، هره ستاینه الله ته ده، یوازې الله حق معبود دی او الله تردې اوچت دی چې په یوه ستاینه وستایل شي».
په هغې زمانې کې یې چې د معدود او عدد خالق او له ښځې او اولاد پاک، په تړښت، تثلیث، اړتیا او تولید تورن کړ او سیال یې ورته انګېره؛ خو قرآن الله تعالی له دې ګردو او هامو سپېڅلی او پاک کړ او په احدیت یې وستایه، چې له عقلي، وهمي او حسي تړښته پاک او نږه دی او هغه له هر جا او هر څیز مړه خوا دی؛ بلکې بې له هغه، هر څوک او هر څه ورته اړمن دي؛ عقلي او حسي ګرسره تولید او زوکړه ورمنسوبېدای نشي؛ بلکې موجودات یې په قدرت موجود او په ارادې او مشیت یې مخلوق دی او په ذات، صفاتو او افعالو کې سیال نه لري.
په قرآن مجید کې که څه هم په معرفت الله، اوچتو ځانګړنو او اسماء الحسنی کې له زرو ورهاخوا آیتونه شته؛ خو په یوې کرښې کې یې تدبر، ددې ښیون (هدایت) عظمت روښانوي:
«قل هوالله احد – الله الصمد- لم یلد و لم یولد – ولم یکن له کفوا احد»
«ووایه: هغه «الله» یو دی، الله پر ځان پوره او مړه خوا دی، نه یې څوک زیږولي او نه له چا زیږېدلی دی او هېڅوک یې سیال او ساری نه دی.»
د رسالت د اهل بیتو کلمات، د معرفت (او ښاندې) د زېرمو ګونجیګانې دي او په دوو احادیثو بسیاینه کېږي:
امام صادق(رح) ویلي: «ان الله تبارک و تعالی خلو من خلقه و خلقه فلو منه و کل ما وقع علیه اسم شی ما خلا الله عزوجل فهو مخلوق و الله خالق کل شی تبارک الذی لیس کمثله شئ: په یقین الله تبارک و تعالی له مخلوق تش او مخلوق له د ه تش دی [ یعنې په ذات او صفاتو کې د خدای او مخلوق تر منځ بینونت (بېلتون) دی او هډو د خالق او مخلوق تر منځ په هېڅ توګه ورته والی او شباهت نشته] او – بې له الله- هر څه ته چې شی ویل کېږي مخلوق دی او الله د هر څیز خالق دی او هېڅ یې په څېر نه دی[47]»
امام باقر(رح) ویلي: «کلما میزتموه با وهامکم فی ادق معاینه مخلوق مصنوع مثلکم مردود الیکم: څه چې په خپلو اوهامو، په دقیق ترینو ماناوو یې وپېژنئ، ستاسې په څېر مخلوق او مصنوع او درته مردود او ستون شوی دی.[48]»
په الهیه پوهاویو (معرفت) د قرآن د هدایت عظمت هله در معلومېږي چې د نوې او لرغونې زمانې د یهودو او نصاراوو اسماني کتابونو ته – چې د سل ګونو میلونونو یهودو او نصاراوو ګروهیزه پیلامه ده – مراجعه وکړئ. دلته یې څو بېلګې یادېږي.
د یهودیانو ځینې ګروهې
د تکوین (پیدایښت) سِفر (برخه)، دویم باب: «او پر اوومه ورځ خدای له ګردو چارو چې جوړ کړي وو،فارغ شو او پر اومه ورځ له خپلو ټولو جوړ کړیو چارو آرام شو؛ نو خدای اوومه ورځ مباکه او سپېڅلې کړه؛ ځکه ټولې چارې یې چې پنځولې او جوړې کړې….. پکې آرام شو او د خدای خدای، ادم ته امر وکړ:د باغ له ټولوونو بې ممانعته وخوره؛ خو نه د نېک و بدو د ښاندې (معرفت) له ونې، پام چې ونخورې؛ ځکه پر کومه ورځ یې چې ترې وخورې؛ نو په یقین به ومرې»
د تکوین (پیدايښت) سفر، درېیم باب: «اومار د بېدیا تر ګردو څاریو چې خدای جوړ کړي وو، هوښیار تر و، او ښځې ته یې وویل: ایا خدای رښتیا ویلي چې د باغ له ټولو ونو ونخورئ؟ ښځې مار ته ویل: د باغ له ونو میوه خورو؛ خو د باغ په منځ کې له ونې (یې نه خورو)، خدای وویل: چې مه یې خورئ اومه یې لمسوئ، هسې نه ومرئ. مار ښځې ته وویل: په یقین و به نه مرئ؛ بلکې خدای پوهېږي پر کومه ورځ یې چې وخورئ،سترګې به مو پرانستل شي او د خدای په څېر به پر نېکو او بدو پوه شئ او داچې ښځې ولیدل، دا ونه خوراک ته ښه ده او په نظر خوش نما، زړه راښکونې او د پوهې زیاتونې (دانش افزا) ونه ده؛ نو دده مېوه یې راونیوه ویې خوړه او خپل مېړه ته یې هم ورکړه او ویې خوړه. بیا د دواړو سترګو وازې شوې او پوه شول چې بربنډ دي؛نو د انځیر پاڼې یې سره ونښلولې او ځانونو ته یې سترونه جوړ کړل او د خدای د خدای اوازونه یې واورېدل چې د غرمني نسیم د لګېدو پر مهال په باغ کې ګرځېده او آدم او ښځې یې ځانونه د خدای د خدای له حضوره د باغ په ونو کې پټ کړل او د آدم د خدای خدای غږ کړ: چېرې یې؟ ویې ویل: داچې په باغ کې مې ستا غږ واورېد وډار شوم؛ ځکه بربنډ یم؛ نو ځان مې پټ کړ. ویې ویل: چا پوه کړې چې لغړ یې ؟ ایا له هغې ونې مې چې منع کړې وې ویې نخورې، ودې خوړه….»
د همدې باب په ۲۲ آیت کې راغلي:« او د خدای خدای وویل: په یقین انسان له موږه د یوه په څېر شوی، چې پر نېک و بد پوه شوی، دادی هسې نه خپل لاس وغځوي او د ژوندون له ونې هم ونیسي، وخوري او تر ابده ژوندی پاتې شي».
د شپږم باب، په ۶ او ۷ آیت کې راغلي دي: « او خدای پر ځمکه د انسان له جوړولو پښېمانه شو او په زړه کې خپه شو او خدای وویل: انسان مې چې پیدا کړی د ځمکې له مخې یې محو کوم انسان، څاروي، حشرات، خځنده او د هوا مارغان؛ ځکه له جوړولو یې خپه شوي یم».
اوس (د تورات) په دې آیتونو کې ځینو اړخونو ته اشاره کېږي:
الف: متعال خدای، بشر پنځولی او عقل یې ورکړی، چې ښه او بد وپېژني او دا یې پوهې او ښاندې (علم و معرفت) ته پیدا کړی؛ نو څنګه یې د ښو او بدو له ښاندې نهې کوي؟!
او د قرآن ښیون دادی:
((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (زمر – ۹): (ووايه: ((ايا پوهان او ناپوهان سره برابر دي؟! (هېڅکله نه) يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.))))
((إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِندَ اللّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لاَ يَعْقِلُونَ(انفال- ۲۲): په رښتیا د الله پر وړاندې ناوړه خوځنده هغه كاڼه او ګونګيان وګړي دي، چې له عقله پلي دي.))
علم، پوهې، معرفت،ښاندې، تعقل، اندنې او تدبر ته په هڅونې کې ډېر قرآني آیتونه شته چې په دې لنډ بحث کې نه ځاییږي.
ب: څوک چې وايي، که د نېک و بدو له ونې وخورې وبه مرې او آدم او ښځه یې خوري او نه مري، یا پوهېږي چې نه مري؛ نو دروغجن دی او یا نه پوهېږي؛ نو ناپوه دی؛ او دروغجن او ناپوه څنګه د خدای له نامې سره ښايي؟!
تردې لا هېښنده چې مار، آدم او ښځه یې د نېک و بدو د ښاندې له ونې په ګټنې هدایتوي او دواړو ته د خدای دروغ او د خدای ساختګي چل ول ور ښکاره کوي؟!
خو د الهي پوهې او علم په تړاو د قرآن د ښیون بېلګې دادي:
((يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء (بقره – ۲۵۵): الله په خپل پراخ علم د خلکو له اوسني او راتلونکي برخلیکه باخبر دی ( او علم ته يې تېر او راتلونكی يو شان دی) او څوك يې له علمه نه خبرېږي؛ خو داچې پخپله (یې) وغواړي.))
((لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ (سبا – ۳): د ذرې هومره ترې څه نه پټېږي))
(( إِنَّمَا إِلَهُكُمُ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا (طه – ۹۸): بېشكه معبود مو يوازې الله دى، چې بې له ده معبود نشته او پوهه يې پر هر څه خپره ده.))
((قُلْ أَنزَلَهُ الَّذِي يَعْلَمُ السِّرَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا (فرقان – ۶): ووايه: (( دا (كتاب) هغه چا رانازل كړى، چې د اسمانونو او ځمكې پر خوالو پوهېږي؛(ځکه) چې هغه مهربان بښونكى دى.))))
(( لاَ جَرَمَ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ (نحل – ۲۳): بېشکه الله پوهېږي، څه چې پټوئ او څه چې ښكاره كوئ (او) په حقيقت کې الله سرغړاندي نه خوښوي. ))
((هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ (حشر – ۲۲): دی هغه الله دى، چې بې له ده معبود نشته، پر پټو او ښكاره وو پوه دى، هغه لوراند (او) لورين دى. ))
ج: کوم محدود موجود چې آدم د باغ په ونو کې ورکوي او وايي: چېرې یې؟ چې د آدم په غږ یې پیدا کړي او د باغ ونې یې د لیدو خنډېږي؛ نو څنګه رب العالمین (نړی پال)، عالم السرو الخفیات (پر پټو او ښکاره پوه) او د کون و مکان خالق (پنځګر) او پر ځمکې او اسمان راچاپېروي؟!
او د قرآن د هدایت بېلګه داده:
((وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ (انعام- ۵۹): او (له حسه) د پټو (سرچينو) کونجيانې يوازې له ده سره دي، چې بې له ده بل څوك پرې نه پوهېږي او څه چې په وچه او سمندر كې دي،خداى پرې پوه دى او هره پاڼه، چې رالوېږي،پر هغې (هم) پوه دى او هر دانه، چې د ځمكې په تپو تيارو كې پټېږي او ټول لامده او وچ په څرګند كتاب [: د الله د علم په كتاب ] كې ليكل شوي دي. ))
د: توحید ته د ښیون او د خدای د تنزیه پر ځای: «لیس کمثله شئ و هو السمیع البصیر: په څېر یې کوم څېر یې کوم څیز نشته او دا اورېدونکی او لیدونکی دی» (شوری – ۱۱) شرک او تشبیه ته یې ورماتوي او وايي:
«…خدای وویل، بېشکه انسان له موږه دیوه په څېر شوی چې پر نېک و بدو پوه شوی…»
ه: پر خدای تور ورتړي چې د آدم له پنځونه پښېمانه شوی او د خپل کار له پای ناخبره و؛ نو پر خدای د ناپوهۍ تور ورتړل بشر ته د خدای د رالېږل شوي اسماني کتاب له لارښوونو سره څنګه سازګارېدای شي؟!
او د قرآن ښیون دادی:
((أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ (ملک – ۱۴): ايا هغه چې (ژوي) پيدا كړي، له حاله يې خبر نه دى؟ سره له دې، چې هغه پخپله ووړوينى (او) ښه باخبر دى.))
((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ (بقره – ۳۰): (هغه وخت درياد كړه) چې پالونكي دې پرښتو ته وويل: ((په حقيقت کې پر ځمكه د ځايناستي گومارونکى يم.)) (پرښتو) وويل:(( (پالونكيه!) ايا داسې څوك ټاكې، چې فساد او وينه تويه كړي؟ (؛ ځكه تر آدم مخكې ځمكني موجودات پر فساد او وينه تويېدنه ككړ ول، كه ددغه انسان له پنځونې موخه عبادت وي)؛ نو موږ (خو) دې په ستايلو پاکي وايو او (له هرې نیمګړتیا دې) سپېڅلى ګڼو.)) (پالونکي) وويل: (( په رښتینه کې، پر څه چې پوهېږم، تاسې نه پرې پوهېږئ.)) ))
و – خدای ته یې غم، خپګان او تأسف ورمنسوب کړی چې د جسمیت، ناپوهۍ او بېوسی له لوازمو دی؛ خو د قرآن هدایت دادی:
((سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ.لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ.(حدید: ۱، ۲، ۳ آیتونه): څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، الله په پاكۍ ستايي او هغه ناماتى حكيم دى. د اسمانونو او ځمكې واکمني يوازې د ده ده، ژوندي كول او مړه كول كوي او هغه پر هر څه قادر دى. دی ړومبی، روستى، ښكاره او پټ دى او دی پر هر څه ښه پوه دى. ))
د مسیحیانو یو شمېر ځانګړې ګروهې
دیوحنا رسول لومړی رساله،پینځم باب: « څوک چې ایمان لري چې عیسی مسیح دی، له خدایه زیږېدلی او څوک چې له والد (پلار) سره مینه کوي له زیږېدلي سره یې هم مینه کوي…. یوازې هغه پر دنیا غلبه کړای شي چې ایمان لري، عیسی د خدای زوی دی، دا هماغه دی چې په اوبو او وینو راغی؛ یعنې عیسی میسح نه یوازې په اوبو؛ بلکې په اوبو، وینې او روح دی، هغه چې شهادت ورکوي؛ ځکه روح حق دی، ځکه درې دي چې شهادت ورکوي؛ یعنې روح، اوبه او وینه او دا درې یو دي».
یوحنا انجیل لومړی باب، له لومړي آيته: «په پېل کې کلمه وه او کلمه له خدای سره وه او کلمه خدای و، هماغه په پيل کې له خدای سره وه، هر څه په همده وپنځول شو او بې له دې له موجوداتو کوم څيز پیدا نه شو، په هغه کې ژوندون او ژوندون د انسان رڼا وه او رڼا په تیاره کې ځلېږي او تیارې دا ونه مونده، د خدای له لوري یو څوک راولېږل شو، چې نامه یې یحیی و، دا شهادت ته راغی، چې پر رڼا ګواهي ورکړي، چې ټول د همده له لارې ایمان راوړي، دا هاغه رڼا نه وه؛ بلکې راغی چې پر رڼا شهادت ورکړي، دا رڼا یو حقیقت و، چې هر انسان منوروي، او په نړۍ کې راتلونکی و، دا په نړۍ کې و او نړۍ د همدې له لارې پیدا شوه او نړۍ نوموړوې ونه پېژانده، خپلو ځانګړو ته ورغی او ځانګړو یې ونه پېژانده؛ خو هغوی چې نوموړی ومانه، قدرت یې ورکړ، چې د خدای اولاد شي؛ یعنې څوک یې چې په نامې ایمان راوړي چې نه له ویني او نه د تنې له هیلې او نه د خلکو له هیلې؛ بلکې له خدایه وزیږېدل او د جسم کلمه او په موږ کې میشت شول، له فیض، برکت، رښتینتوب او جلال ډک مو ولیدل، یو ښکلې جلال د پلار ایکي یو زوی.»
یوحنا انجیل شپږم باب، له ۵۱ آیته: «زه یم هغه ژوندۍ ډوډۍ چې له آسمانه نازله شوه، که څوک له دې ډوډۍ وخوري تر ابده به ژوندی پاتې وي او کومه ډوډۍ چې زه ورکوم زما تنه ده چې دنړۍ د ژوندون په پار یې ورکوم؛ نو یهودیانو یو له بله سره شخړه وکړه، ویل یې: داسړی څنګه خپله تنه راکولای شي چې ویې خورو، عیسی ورته وویل: آمین آمین درته وایم که د انسان د زوی تنه ونه خورئ او وینه یې ونه څښئ، ژوندون نه لرئ، چاچې زما تنه وخوړه او زما وینه یې وڅښله همېشنی ژوندون لري او پر روستی ورځ به یې راپاڅوم؛ ځکه تنه مې حقیقي خوړونې او وینه مې حقیقي څښونې ده،نو چې څوک مې تنه خوري او وینه مې څښي په ما کې پاتېږي او زه به په ده کې، لکه چې ژوندي پلار راولېږلم او زه په پلار ژوندی یم، همدا راز څوک چې ما وخوري، دا هم راسره ژوندی کېږي».
یوحنا انجیل دویم باب له ۳ آیته: «او چې شراب تمام شو، د عیسی مور ورته وویل: شراب نه لري،عیسی ورته وویل: ای ښځې زما درسره څه کار دی، تر اوسه مې ساعت رارسېدلی نه دی، مور یې نوکرانو ته وویل: څه چې درته وايي ویې کړئ، او هلته یې د یهودو د سپېڅلتیا له مخې شپږ کوزې ایښې وې چې هرې یوې د دوو یا درېیو کیل ګنجایش درلود، عیسی ورته وویل: کوزې له اوبو ډکې کړئ او تر مورګو یې ډکې کړې؛ نو دوی ته یې وویل: اوس یې پورته کړئ او د غونډې مشر ته یې یوسئ، همدا کار یې وکړ او داچې د غونډې مشر هغه اوبه چې شراب شوي و وڅښلې او پوه نشو چې له کومه ځایه وې؛ خو کومو نوکرانو چې اوبه راایستې وې پوهېدل، د غونډې مشر زوم ته ورمخ کړ، ورته یې وویل: څوک چې لومړی ښه شراب راوړي او چې نشه شي ترې بدتر؛ خو تا تر اوسه ښه شراب ساتلي او دا د هغو معجزاتو پیل دی چې له عیسی په قاناني جلیل کې رادبره شوه او خپل جلال یې ښکاره کړ او زده کړیالانو یې ایمان پرې راووړ».
اوس په دې آیتونو کې، ځینو اړخونو ته یې اشاره کېږي:
الف: پر تثلیث ګروهه د نصاراوو له ګروهېزو آرونو ده، چې پرې یوه خوله دي. بلخوا د یوحنا انجیل او لسم باب، درېیم آیت وايي: « او همېشنی ژوند دادی چې تا حقیقي واحد خدای او عیسی مسیح چې دې رالېږلی وپېژني».
داچې پر «اقانیم ثلاثه» د دوی ګروهه یو جوت آر دی او داچې په یوحنا انجیل کې خدای په حقیقي وحدت یاد شوی – لکه چې د یوحنا په لومړی رساله کې یاد شوی « چې درې واڼه یو دي» – چاره یې ونه لیده چې توحید او تثلیث سره یو ځای کړي او ووايي: حقیقة ځانګړي دي او حقیقة یو دي.
او په دلایلو دا ګروهه باطله ده چې ځینو ته یې اشاره کېږي:
۱- داعدادو مرتبې – لکه یو او درې – ضدین دي او د ضدین یوځای کېدل محال دي، څنګه شونې ده چې یو، درې وي او په عین حال کې درې واڼه، یو وي.
۲- پر تثلیث ګروهه، پر پینځو خدایانو د ګروهې لازمه ده او همدغسې لایتناهي پر شمېر ورزیاتېږي- لکه چې د توحید په بحث کې وویل شو – نوځکه میسحیان چاره نه لري چې پر لایتناهي خدایانو ایمان راوړي.
۳- تثلیث د تړښت (ترکیب) لازمه ده او ترکیب د اجزاوو او د اجزاوو د ترکیبوونکی د احتیاج لازمه ده.
۴- پر تثلیث ګروهه په مخلوق، د خالق د عدد یادونه ده؛ ځکه عدد او معدود دواړه مخلوق دي او الله پاک له معدود والي ان له عددیه وحدته هم پاک دی: ((لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ ثَالِثُ ثَلاَثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَـهٍ إِلاَّ إِلَـهٌ وَاحِدٌ وَإِن لَّمْ يَنتَهُواْ عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (مائده – ۷۳): هغه خلك په يقين كافر شول، چې ويې ويل: ((په رښتینه کې (له) درېيو(خدايانو) درېيم يې ((الله)) دى)) (حال دا) بې له ((الله)) بل ((معبود)) نشته او كه دوى له خپلو ويناوو وا نه ووښتل؛ نو هرومرو كافرانو ته به يې (چې پر همدې ګروهه ټينګ درېږي) دردناك عذاب ورسي.))
او دوی په ډاګه عیسی د خدای زوی وباله؛ خو قرآن وویل: ((مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلاَنِ الطَّعَامَ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُونَ(مائده – ۷۵): مسيح د مريمې زوى يوازې (د الله) استازی و، چې په يقين مخكې ترې (نور) استازي (هم) تېر شوي وو او مور يې ډېره رښتينې وه، دواړو [د نورو انسانانو په څېر] خواړه خوړل (؛ نو څنګه د مسيح د الوهيت دعوا كوئ او مريم نمانځئ؟!) وګوره چې څنګه (د توحيد او د عیسی د عبودیت) دلايل ورڅرګندوو! بيا وګوره، چې څنګه (له حقه) اړول كېږي!. ))
او د «کانا یاکلان الطعام» غونډله دې ته اشاره ده، هغه موجود چې طعام (خوړو) – چې مجذوب او مدفوع دی – ته اړمن دی د نمانځې وړ نه دی.
ب: پردې ګروهه چې عیسی کلمه و او د خدای کلمه وه او هغه کلمه چې خدای و، د ې نړۍ ته راغله او جسم شو، ډوډوۍ شوه او د خپلو لارویانو له غوښې او وینې سره یوه شوه او ړومبی معجزه چې ترې راووته، دا وه چې اوبه یې شراب کړې او څوک چې د عقلونو تکمیل ته راغلی، اعجاز یې د نشې او د عقل د زوال لامل شو؛ نو ایا له کوم عقل او منطق سره اړخ لګوي؟!
ج: بلخوا عیسی یې خدای وباله او بلخوا د دویم سموئیل کتاب په یولسم باب کې یې د اوود پېغمبر تورن کړی چې له مړوښې سره یې زنا کړې او ترې دوه ځانې شوې، بیا یې دده مېړه جګړې ته ولېږه او لښکر مشرته یې ولیکل چې دا سړی سختي جګړې ته ورمخ او شایې تشه کړئ، چې ولګي او ومري او په دې توګه یې ښځه خپل کورته راوسته او په متی انجیل لومړي باب کې یې د عیسی ځوځات دې واده ته ور رسولی او داوود پېغمبر؛ د زبور کتاب خاوند یې په دغسې یو جنابت تورن کړی دی.
د قرآن هدایت و چې الله پاک نړۍ له دې اوهامو نږه کړه، کومو تفریطي کسانو چې پر عیسی بن مریم ګروهه درلوده چې حرمونی دی او هغه افراطیانو چې دا یې د خدای زوی باله، له دې تورونو یې نږه کړ او ویې ویل: ((وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ إِذِ انتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا (مریم – ۱۶): او په دې آسماني کتاب کې د مریمې (قصه) در یاده کړه، چې کله له خپلې کورنۍ بېله شوه او ( د بیت المقدس) په ختیځ کې ګوښه شوه.))
تردې چې ویې ویل: ((قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا (مریم – ۳۰): و یې ویل: بېشکه دخدای بنده یم، کتاب یې راکړ او پېغمبر یې کړم.))
او د داوود (ع) سپېڅلتیا یې تردې ورسوله چې وې ویل: (( انا جعلناک خلیفه فی الارض (ص – ۲۶): داووده! په رښتینه کې موږ ته په ځمكه كې ځايناستى (او خپل استازى) كړى يې!))
او خاتم پېغمبر(ص) ته یې وویل: ((اصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوُودَ ذَا الْأَيْدِ إِنَّهُ أَوَّابٌ(ص – ۱۷): په خبرو يې صبر وكړه او زموږ ځواكمن بنده داوود درياد كړه، چې هغه ډېر توبه ګار و.))
دا د الله پاک په معرفت (او ښانده) کې د قرآن د هدایت بېلګه وه.
د انسان په نېکمرغۍ کې د قرآن مجید د ښوونو بېلګه هم دغسې ده: د زور، زر، خېل، نژاد، رنګ، پوټکي د امتیازاتو پر وړاندې یې د غوراوۍ کچه انساني کمالات ښوولي دي: ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (حجرات – ۱۳): خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځېنه پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د الله پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا الله پوه (او له هر څه) خبر دى.))
د مسکراتو په څښاک فاسد افکار او د جوارۍ او ربا په دودولو ناروغ اقتصاد یې په دې آیتونو ورغاوه: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (مائده – ۹۰): مؤمنانو! شراب، جواري، بوتان او ازلام [: يو ډول بخت ازمېيل] (دا ټول) ناولي (او) شيطاني چارې دي؛نو ځان ترې وساتئ، چې بریالي شئ. ))
(( وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا (بقره – ۲۷۵): حال دا الله راكړه وركړه “بيع” روا او “ربا” ناروا كړې ده ))
((وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ (بقره – ۱۸۸): او تاسې په خپلو منځونو كې يو د بل مال په (ناحقه او) ناروا مه خورئ ))
د بنیادم روح یې په دې آیتونو بیمه کړ:
(( وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ (انعام – ۱۵۱): او هغه نفس (انسان) مه وژنئ، چې الله (یې) وژل حرام کړي؛ خو پر حق (او د استحقاق له مخې).))
(( وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا (مائده- ۳۲): او څوك چې يو انسان له مرګه وژغوري؛ لكه چې ټولو خلكو ته يې ژوند وربښلى وي ))
پر لاس لاندیو یې د لاسبرو د ظلم او تیري مخ ډپ کړه او ټولو خلکو ته یې د عدل و احسان ورپرانست:
((فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُواْ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ (بقره – ۱۹۴): او که (په ټوليزه توګه) چا پر تاسې تېرى وكړ؛ نو ورته تېرى پرې وكړئ.))
((وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ (قصص – ۷۷): او لكه الله چې درسره ښېګڼه كړې ده، ته هم ښېګڼې كوه او هېڅكله پرځمكه د فساد په لټه كې مه وسه. ))
((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ (نحل – ۹۰): په رښتینه كې الله د عدل، ښېګڼې امر كوي. ))
او هغه مهال چې له ښځو سره د څاروی په څېر چلېدل ویې ویل:
((وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ (نساء- ۱۹): مؤمنانو! او په ښه توګه ژوند ورسره وکړئ. ))
(( وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ (بقره – ۲۲۸): او پر ((مړونو)) د مېرمنو په ښه توګه داسې (حقوق) دي؛ لكه د مړونو چې پر ((مېرمنو)) دي. ))
او د هر ډول خیانت مخه یې ونیوه ویې ویل:
((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ (نساء – ۵۸): په رښتيا الله امر درته كوي، چې امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ او چې كله د خلكو ترمنځ منځګړتوب كوئ؛نو په عدالت يې وكړئ))
پر ژمنه وفایې د ایمان نښه وګڼله ویې ویل:
((وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (مؤمنون – ۸): مؤمنان هغوی دي چې د امانتونو او خپلو ژمنو رعایت کوي ))
((وَأَوْفُواْ بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولاً (اسراء – ۳۴): او پر(خپلو) ژمنو وفا وكړئ، چې د ژمنې پوښتنه كېږي.))
او امت یې په[ (بقره – ۲۶۹ آیت: يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ: (د الله) چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وګڼې) پوهه او حكمت وركوي او چا ته چې پوهه وركړه شي؛ نو بېشکه ستر خير يې وركړى دى او( له دې حقايقو) يوازې عقلمن پند اخلي. )) ] داسې د ناپوهۍ، سفاهت او کمعقلی له ذلته وژغوره چې په نړۍ کې د علم او حکمت بیرغچیان شول.
خپلو لارویانو ته یې پر هر ښه چار کولو امر وکړ او له هر بدچار کولو یې منع کړ، طیبات او پاک یې ورته حلال او خبائث او ناولي یې پرې ور حرام کړل. او له هغو ځنځیرونو او زولنو یې ازاد کړل چې ځانونه یې پکې ښکېل کړي وو: ((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف – ۱۵۷): (نو نن دا رحمت) د هغوى (په برخه دى) چې (د الله) د استازي،”اُمي” پېغمبر لاروي كوي، چې (نامه او ځانګړنې) یې په تورات او انجيل كې ورسره ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر، چې) د غوره چارو (پر ترسره كولو) امر ورته كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلالوي او ناپاكه ورباندې حراموي او (له اوږو او غاړو) یې درانه پېټي او بندیزونه (او تړونونه) لرې كوي؛ نو هغوى چې په دې پېغمبر يې ايمان راوړى، درناوى يې کوي او مرسته ورسره کوي او په هغې رڼا پسې ځي، چې ورسره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي.)) ))
پر نېکیو امر او له بدیو منع یې دګردو مؤمنو نر او ښځو دنده وګرځوله چې د حقه عقایدو، اخلاقي ښېګڼو اوصالح کړنو په تړاو د معروفاتو کړۍ پراخ او د پاطلو ګروهو، اخلاقي رذایلو اوفاسدو کړنو په تړاو د منکراتو کړۍ را تنګه کړي:
((والمؤمنون و المؤمنات بعضهم اولیا بعض……(توبه – ۷۱): او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي، لمونځونه كوي، زكات وركوي او د الله او استازي يې اطاعت كوي، ژر به الله خپل رحمت پرې ولوروي، په رښتيا الله ناماتى حکيم دى.))
بلخوا یې وویل:((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ.كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ(صف ۲- ۳ آیتونه): مؤمنانو! ولې هغه څه وايئ، چې نه يې كوئ؟! دا د الله پر وړاندې ډېره بده خبره ده چې څه ووايئ (؛ خو) نه یې كوئ!))
او په دې دوو آیتونو یې هر وګړي ته حکمت، عفت، مړانه، په ټولو چارو کې عدالت او د ګردو انساني فضایلو درلودونکي ټولنې ته د ور رسېدو لار ور وښووه.
دا د انسان د دنیوي او اخروي نېکمرغیو په اړه د قرآن د سپارښتنو یوه بېلګه ده.
۳- د قرآن غیبي خبرونه
څوک چې تر قیامته د بشر د هدایت لپاره د رسالت ادعا لري؛ نو خورا ستونزمن چار ورته د ګاندې په باب خبرونه دي، چې باید میلیاردیمه برخه د تخلف اوسرغړونې احتمال پکې نه وي؛ ځکه د دین بنسټ یې پرې نړېږي؛ نو بایدچوپه خوله وي او که ومولیدل چې په خورا ډاډ د راتلونکیو چارو په اړه خبرې کوي او ویلي یې عملي کېږي؛ نو خبرونه یې له غیبو سره په اړیکه کې دي. د قرآن ځینې غیبې خبرونه دادي:
الف – د روم تر مغلوبېدو روسته یې دبریا خبر:
((الم.غُلِبَتِ الرُّومُ.فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ (روم: ۱، ۲، ۳ آیتونه): الف، لام، ميم رومیان مغلوب شول [: (د) روميانو (امپراطوري فارسیانو) ماته کړه.] (او دا ماتې) په ډېر نژدې هېواد كې (درته) وه؛ خو دوى به تر(دې) ماتې روسته ژر بريالي شي…))
او دا خبر په هغې زمانې کې و، چې چا د فارس ماتې او د روم بریا نه انګېرله، لکه چې په تاریخي کتابونو کې لیکل شوي دي.
ب- مکې ته د آن حضرت (ص) راستنېدا:
((إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ (قصص – ۸۵): بېشكه چا چې د قرآن [احکام] درباندې فرض كړي، هرومرو دې خپل ټاټوبي [مکې] ته ورستنوي))
ج – د ان حضرت (ص) وژنې ته د منافقینو دسیسه او د ساتنې خبر یې:
((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ (مائده- ۶۷): او [د خدای] استازیه! څه چې ستا د پالونكي له لوري درنازل شوي، (ټول يې خلكو ته) ورسوه او كه داسې و نه کړې؛ نو د ده پيغام دې نه دى رسولى او الله دې د خلكو (له احتمالي زيانونو) ساتي.))
د- د مکې د سوبې خبر او مسجدالحرام ته د مسلمانانو ورننووتل او د دوی روحي او جسمي ځانګړنې:
((لَقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِن شَاء اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُؤُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ (فتح – ۲۷): په يقين، الله د خپل استازي حقیقي خوب رښتيا کړ: كه الله وغواړي؛ نو هرومرو به په پوره امنيت او ډاډ مسجدالحرام ته ورننوځئ، حال دا د سر وېښتان به مو خرېيلي يا لنډ كړي وي او (له هېچا به) نه ډارېږئ. ))
ه- له تبوک غزا نه تر راستنېدو روسته د منافقینو په باب دا آیت نازل شو:
(( فَقُل لَّن تَخْرُجُواْ مَعِيَ أَبَدًا وَلَن تُقَاتِلُواْ مَعِيَ عَدُوًّا (توبه –۸۲): ورته ووایه: تاسې هېڅکله راسره وتلای نشئ او نه مې په ملاتړ له کوم دښمن سره جنګېدای شئ))
او هماغسې وشول چې آیت خبر ورکړی و.
و – په بدر غزا کې چې کفار پر خپل جمعیت اوډېروالي پڅمن وو او خپله بریا یې جوته ګنله، دا آیت نازل شو:
((أَمْ يَقُولُونَ نَحْنُ جَمِيعٌ مُّنتَصِرٌ.سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ (قمر: ۴۴ او ۴۵): يا وايي: موږ يو موټى او غښتلې ډله يو، چې ځانونه به وژغورو؟! (خو پوه دې شي، چې) ژر به دا ډله ماته وخوري او وبه تښتي! ))
ز: د خیبر له سوبې او مسلمینو ته دولجو تر لاسه کولو مخکې او په داسې وخت کې چې د فارس او نورو هېوادونو پر زېرمو لاسبري یې په یادونو او خاطرو کې نه تېرېده، دا آیتونه نازل شول:
((لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا.وَمَغَانِمَ كَثِيرَةً يَأْخُذُونَهَا وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا.وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَذِهِ وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنكُمْ وَلِتَكُونَ آيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا.وَأُخْرَى لَمْ تَقْدِرُوا عَلَيْهَا قَدْ أَحَاطَ اللَّهُ بِهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا(فتح: ۱۸، ۱۹، ۲۰ او ۲۱ ): په رښتيا، الله له مؤمنانو هغه وخت خوشحاله شو، چې تر ونې لاندې يې بیعت درسره وكړ؛ نو (الله) پوه شو، چې په زړونو كې يې څه دي؛ نو ځكه يې پرې ډاډ راښكته كړ او په بدل كې يې ((نژدې بريا)) ورپر برخه كړه؛ او (همداراز) ډېر غنیمتونه به ونيسي او الله ناماتى حكيم دى. او الله د ډېرو غنیمتونو ژمنه درسره كړې، چې ترلاسه به یې كړئ؛ نو ژر یې دا (غنیمتونه) دركړل او د خلكو (د تېري) لاسونه يې درنه لنډ کړل او چې مؤمنانو ته يوه نښه شي او سمه لار دروښيي. او همداراز نور (غنیمتونه او برياوې مو په برخه كوي)، چې تر اوسه مو ترلاسه کړي نه دي، چې په يقين، الله پرې راچاپېر دى او الله پر هر څه وسمن دى. ))
ح: چې کله یې زوی ومړ، عاص بن وائل وویل: په یقین محمد ابتر دی، زوی نه لري چې قائم مقام ( او ځایناستی) یې وي، او چې ومړ، یاد به یې پرې شي، نو کوثر سورت نازل شو:
« إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ:په حقيقت كې موږ كوثر [= خير او ډېر بركت ] دركړ. نو خپل پالونكي ته دې نمونځ وكړه او قرباني وكړه. [ځكه] چې يوازې ستا كينه كښ (دښمن) بې سټې دى !»
او په دې توګه یې خبر ورکړ چا چې آن حضرت(ص) ابتر بللی، چې ځوځات به یې مخ پرځور شي؛ خو ځوځات به یې پاتې شي[49].
۴- د پیدايښت په خوالو راچاپېرتیا
په هغې زمانې کې چې بشري پوهې آسماني اجرام بسیط ګڼل او خوځښت یې پکې نه انګېره، قرآن مجید په مدارونو کې د ستوریو له حرکته خبر کړو:
((لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ(یس- ۴۰): نه د لمر په وس كې ده، چې سپوږمۍ راګېره کړي او نه شپه پر ورځې راړومبۍ کېدونکې ده او دا هر يو په (خپل خپل) چورلیځ كې لامبو وهي. ))
په هغه پیر کې چې د څېزونو د جوړو د عمومي قانون په اړه څه خبره نه وه، ویې ویل: ((وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ(ذاریات – ۴۹): او له هر څيز مو دوه ګونې جوړې (نر-ښځه) پيدا كړې، ښايي پند واخلئ.))
او په هغه وخت کې چې په نورو کراتو کې د کوم ځخنده د شتون خبره نه وه، ویې ویل: ((وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَابَّةٍ وَهُوَ عَلَى جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَاء قَدِيرٌ(شوری- ۲۹): او (د ځواک) له نښو ځنې یې د اسمانونو او ځمكې پنځون او په دې دواړو كې د (هر ډول) خځنده وو خپرول دي او چې وغواړي پر راغونډولو يې وسمن دى. ))
همدا راز په باد لګېدو یې په نر څاځکي د ښځینه دوه ځانیتوب خبره وکړه:
((وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ (حجر- ۲۲): موږ (د ورېځو او بوټو) د بلاربېدو لپاره بادونه لېږلي دي.))
او په هغې زمانې کې چې اسماني اجرام یې بسایط او د دوی پنځون یې له ځمکنېزو اجرامو بېل ګڼل او د هستۍ له نښلون او بېلتانه ځنې خبر نه ول، ویې ویل: ((أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا (انبیاء- ۳۰): ايا كافران نه پوهېږي، چې اسمانونه او ځمكه سره نښتي ول، بيا مو بېل كړل))
او په هغې زمانې کې چې بشر د هستۍ له پرخوالی ناخبره و، ویې ویل: ((وَالسَّمَاء بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ(ذاریات – ۴۷): او اسمان مو په (خپل) قدرت سره جوړ كړى او تل يې پراخوو.))
او په هغه پېر کې چې پوهانو د فلکي اجسامو نښلون نه انګېره او چا په دوی کې د انسان نفوذ نه انګېره، دا آیت نازل شو: ((يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَن تَنفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ فَانفُذُوا لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَانٍ(رحمن- ۳۳): د پېريانو او انسانانو ډلې! كه كړاى شئ، د اسمانونو او ځمكې له پولو تېر شئ؛ نو تېر شئ، تېر به نشئ؛ خو (په پوره) ځواک.))
د کایناتو په خوالو کې د آیتونو شتون – چې یوه برخه یې وویل شوه – راښیي چې دا کتاب د متعال خالق له لوري نازل شوی دی.
۵- د قرآن جاذبه
هر منصف انسان چې د قرآن له ژبې سره اشنا وي، منښته کوي چې په قرآن کې داسې روح او جاذبه ده، چې که هره خبره د بلاغت د ماناوو، بیان او بدیع په تول پوره وي؛ بیا هم د قرآن په تړاو لکه مصنوعي ګل، طبیعي ګل ته او د انسان مجسمه ساکښ انسان ته.
۶- په قرآن کې د اړپېچ نشتون
شک نشته چې انسان د اندیز تکامل له امله، کړنې او ویناوې به یې یکنواخته او یورنګه نه وي او د هر پوه علمي آثار د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې اختلاف پیدا کوي، که څه په یوه فن کې کارپوه وي او د افکارو د تمرکز او راټولېدو وزلې هم ورته چمتو وي؛ ځکه د فکر په ادلون بدلون، اثار یې هم اوړي. قرآن یو کتاب دی چې بېلابېل فنون – مبدأ، معاد، د آفاق او انفس آیتونه، له خالق او مخلوق سره د انسان اړیکه، وګړیزې او ټولنېزې دندې، د تېرو امتونو قصې او د انبیاوو حالات- رانغاړي، سره له دې چې په مکې کې مشرکینو د فکري اندېښمنی ټولې وزلې کارولې،له کفارو سره جګړې او په مدینې کې د منافقینو ټکۍ برګۍ؛ خو له دې ټولو خنډونو سره سره، د یوه نالوستي او استاد نالیدلي له خولې لوستل کېده.
ددې ګردو عواملو په پامنیوي، طبیعي ده چې دغسې یو کتاب د دغسې یو تن له خولې، باید ډېر اختلافات یې رانغاړلي وای؛ نوځکه د نه اختلاف په پار، مساله ډاګېزه ده چې دا د انسان د فکر له لوړ افق او څنډه نازل شوی، چې د وحې سپېڅلی مقام له ناپوهۍ او غفلت خوندي او سپېڅلی دی: ((أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا (نساء – ۸۲): ايا دوى قرآن ته نه ځير كېږي؟ كه دا بې له ((الله)) د بل چا له لوري واى؛ نو هرومرو به يې پكې ډېر اختلافات موندلاى. ))
۷- د قرآن عیني او عملي روزنه
که څوک ادعا وکړي د نړۍ د طبیبانو وتلی طبیب یم؛ ادعا زبادولو ته دوه لارې لري:
یو دا په طب کې داسې کتاب ولیکي چې د ناروغیو علتونه او درمل داسې ولیکي چې په څېر یې په طبي کتابونو کې ونه موندل شي.
بل داسې یو ناروغ، چې ناروغۍ یې د بدن ټول غړي نیولې وي او د مرګ په درشل کې وي او طبیبان یې له درملنې بېوسې شوي وي؛ نو ور ویې سپاري، درملنه یې وکړي او روغتیا یې پر برخه شي.
پېغمبران د فکر او روح طبیبان او د انسان د انسانیت د ناروغیو رغوونکي دي او د اسلام پېغمبر(ص) ددې طبیبانو وتلی طبیب دی.
علمي دلیل یې قرآن دی، چې په څېر یې د انسان د فکري، اخلاقي او عملي ناروغیو د علتونو په څرګندولو کې موندای نشو – چې لنډې بېلګې یې د قرآني ښیون په بحث کې وویل شوې – او عملي دلیل یې دادی چې دانسانیت په بدترینو ناروغیو اخته یوې ټولنې کې راښکاره شو؛ داسې ټولنه چې له اندیز پلوه دومره راپرېوتې وه چې هر ټبر ځان ته یو بوت درلود؛ بلکې کورنیو ځانونو ته د کجورو اوحلوا معبودان جوړول چې ګهیځ یې سجده ورته کوله او د ولږې پر وخت یې خپل «اله: معبود» خوړ.
ددوی د افکارو آفت یې د معرفت، پوهاوی او ایمان په ملهمو،داسې درمل کړ، چې د هستۍ پنځګر یې دغسې وستایه: ((اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ (بقره – ۲۵۵): الله؛ بې له دې معبود نشته، تر تله ژوندى دى، سمبالوونکی؛ همیشه قايم دى، نه يې پركالي نيسي او نه خوب (او يوه شېبه هم د هستۍ له تدبيره نه بې پروا كېږي) څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، [ټول] د ده دي، څوك دى چې بې له اجازې يې (د نورو) شفاعت وکړي؟(؛نو ځكه هغوى چې د شفاعت وړ وي او شفاعت كوونكى يې شفاعت وكړي؛ نو د الله له مطلق مالكيته څه نه كمېږي) او الله په خپل پراخ علم د خلکو له اوسني او راتلونکي برخلیکه باخبر دی ( او علم ته يې تېر او راتلونكې يو شان دی) او څوك يې له علمه نه خبرېږي؛خو داچې پخپله (یې) وغواړي ( له هر څه خبر دى او د نورو محدوده پوهه یې د ناپايه پوهې يو څرك دى)، (د علم او قدرت) تخت يې اسمانونه او ځمكه رانغاړلي او د دواړو [: اسمان او ځمكې] ساتنه یې نه ستومانوي او هغه ستر لوړ پوړى دى. ))
او سجده یې ورته وکړه، ویې ویل: «سبحان ربی الاعلی و بحمده.»
او له عاطفي اړخ تر څارویو پرېوتي وو، چې پلار په خپل لاس، خپله لور په سخت زړی، ژوندی ښخوله[50].
پېغمبر اکرم(ص) په دې قوم کې انساني عاطفه دومره ژوندی کړه، چې د مصر په سوبه کې، مسلمانانوو لیدل چې په یوې خیمې کې یوې مرغۍ ځاله جوړه کړې؛ نو د تګ پر مهال ددې لپاره چې د مارغه ځاله ویجاړه نشي او بچی ته یې زیان ونه رسي، خیمه هماغسې پر خپل ځای پرېښووه او ولاړل؛ نوځکه په دې سیمې کې یې جوړ شوي ښار ته فسطاط ووایه[51].
پر نېستمنو یې د شتمنو ځان ښودنه داسې له منځه یو وړه، چې د آن حضرت په محضر کې یو شتمن ناست و، یو نېستمن راغی او د شتمن تر څنګ کېناست، شتمن ځان راټول کړ او چې ویې لیدل آن حضرت(ص) یې ویني،ویې ویل: یا رسول الله خپله نیمه شتمني مې دې نېستمن ته ورکړه، نېستمن وویل: نه یې منم هسې نه پر هغه درد اخته شم، چې دا پرې اخته شوی دی[52].
دا څه روزنه وه چې هاغسې یې شتمن ته د «ورکړې لاس» او نېستمن ته یې «اوچت نظري» ورکړه، د شتمن کبر یې په تواضع (عاجزی) او د نېستمن ذلت یې پر عزت واړو.
پر کمزوري یې د قوي جیګ ګڼل داسې له منځه یووړ، چې د علي(ک) د خلافت په پېر کې لښکر مشر یې مالک اشتر و. یوه ورځ مالک په بازار کې د عادي وګړي په توګه ساده ګرځېده. په دې وخت کې یو سړي ملنډې پرې ووهلې، سړي ته وویل شول: پر چاچې دې ملنډې ووهلې ودې پېژانده؟ ویې ویل: نه؛ چې ور ویې ښود، اندېښمن شو چې لښکر مشر به څه ورسره وکړي. د مالک په لټه کې شو، ورته وویل شول: مالک جومات ته ولاړ، ترهور ورغی چې د خپلې کړنې بښنه ترې وغواړي، مالک وویل: ستا د کړنې له امله جومات ته راغلم، دوه رکعته لمونځ مې وکړ، چې خدای دې له کړنې درتېر شي[53].
د هغې روزنې اغېز و، د «حي قیوم» پر وړاندې د ځواکمنۍ غرور د ذلت تندي له ایښوو منع نه کړ او هغه ملنډې وهوونکی چې د خپلې سزا په اندېښنه کې و، په خورا ښه خیرات – چې بښنه غوښتل و- تر لاسه کولو بریالی شو.
قومي واټنونه یې دومره له منځه یووړل چې پر عجمو یې د عربیت غوراوی له منځه یووړ او سلمان فارسي(رض) یې د (کهف- ۲۸) آیت [وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا: او له هغوى سره زغم خپل کړه، چې خپل پالونكى سبا و بېګاه يادوي (او) خوښي يې غواړي او د دنيوي ښكلا د لټې لپاره سترګې ترې مه اړوه، او د هغه مه منه، چې زړه يې مو له خپل ياده غافل كړى او په خپلې ځاني غوښتنې پسې تللى او چارې يې له پولې وراووښتې دي.] له مخې تر خپل څنګ کېناوه چې په پایله کې د مدائن امارت ور وسپارل شو[54].
نژادي او خېلي واټنو نه یې دومره له منځه یووړل چې تور مریی یې خپل مؤذن کړ او چې کله یې آن حضرت(ص) ته وړاندیز وکړ چې هر دستور دې مو ومانه؛ خو ددې تور کارغه د غږ منلو زغم نه لرو،ځواب یې دا و[55]. () يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ )حجرات – ۱۳(: 13 خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځېنه پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د الله پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا الله پوه (او له هر څه) خبر دى. ))
داسې غښتلې ونه یې وکرله چې جرړه یې علم او معرفت، ډډ یې پر مبدأ او معاد ګروهه، ښاخونه یې ستایلي ملکات او اخلاقي ښېګڼې، غوټۍ یې تقوا او ځانساتنه، مېوه یې ټینګې او سنجول شوې ویناوې او غوره کړنې وې: ((أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء.تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ( ابراهیم: ۲۴ او ۲۵ آیتونه): ايا پوه نه شوې، چې څرنگه الله “پاکه کلمه” (او سپېڅلې وينا) د (داسې) پاکې (او ښه ذاتي) ونې په څېر بېلگه راوړه، چې بېخ يې (په ځمكه كې) ښخ او څانګې يې په اسمان كې دي؛ چې پر هر (ټاكلي) وخت د خپل پالونکي په حكم خپله مېوه وركوي او الله دا بېلګې ځكه بيانوي، چې خلك ترې پند واخلي. ))
په دې ښوونې او روزنې یې د انسانیت ونه، مېوی ته ورسوله او له دې ونې یې بشریت ته د علي بن ابی طالب (ک) په څېر «شاه میوه» ور وړاندې کړه، چې دده د علمي او عملي فضایلو له دائرة المعارفه همدا څو کرښی بس دي، چې د رسول اکرم(ص) پر ژوندونې یې ادب، د علم او عرفان ښکاره کولو تقاضا نه کوله او د سپوږمۍ په څېر د لمر تر اغېز لاندې و او تر آن حضرت(ص) روسته هم د زندۍ توب په شپول کې له ځلا ورکونې بې برخې شوی و او – تقریبا- پنځه کاله د جمل، صفین او نهروان په جګړو کې ښکېل و او که ډېر لږ فرصت ورمخې ته شو؛ نو خبره یې چې وکړه، وینا یې- د ابن ابی الحدید معتزلي شافعي په روایت- د خالق تر کلام راټیټه او د مخلوقینو تر کلام ورهاخوا وه[56].
خدای پېژندنې، د ځان او ټولنې روزنې ته یې یوازې د نهج البلاغې لومړی خطبه، د متقیانو خطبه او مالک اشتر ته لیک بسیا دی، چې د علمي او عملي حکمت یو سمندر دروښيي، چې دا بېلګې د دې سمندر یو څو څاڅکي دي.
او د جګړې په ډګر کې یې، تاریخ په څېر زړور لیدلی نه دی چې زرې یې شا ونه لري، او په یوې شپې کې (۵۲۳) تکبیرونه ووايي او په هر تکبیر یو دښمن وځپي[57].
او پر هماغه شپه هم د دوو صفوتر منځ د شپې نمانځه ته ودرېږي[58].
او سره له دې چې له ښي او کیڼ لوري غشې ورېدل او په مخکې یې پر ځمکه لګېدل، د نورو وختونو په څېر بې له څه اندېښنې، له عبادتي وظایفو غافل نشو او عمرو بن عبدود یې پر ځمکه راوپر ځاوه چې عامه و خاصه له رسول اکرم(ص) روایت کړی چې یې وویل: « لمبارزه علی بن ابی طالب لعمرو بن عبدود یوم الخندق افضل من عمل امتی الی یوم القیامة[59]».
او د خبیر د سوبې پر ورځ مرحب، د یهودو اتل یې، د تورې په یوه ګوذار نیم کړ او تردې روسته پر اویاوو سورو برید کوي او دوی له پښو راغورځوي[60]، چې مسلمانان او یهودیان حیران شي. دا مړانه له ډار او خشیت سره یوځای کوي، چې پر نمانځه یې رنګ اوړي او اندامونه یې لړزي، ورته ویل کېدل، ولې دغسې حالت درباندې درځي؟ ویل یې:« چې کله هغه امانت رارسېدلی چې اسمان و ځمکې او غرونو ته وړاندې شو او له اخستو یې ډډه وکړه او انسان دا امانت ومانه.[61]»
هغه چې دورځې، د جګړې په ډګر کې یې له هیبته جنګیالي لړزي، د شپې په محراب کې لکه مار چیچلی تاوېږي او ژړغوني یې ویل: « ای دنیا! پر ما دې برید کړی ؟! ما ته دې لېوالتیا راپیدا کړې؟! افسوس! افسوس! بې له ما (بل) وغولوه، اړتیا مې درنشته، درې طلاقه کړې مې یې،……. آه! آه لار اوږده او توښه لږه ده[62]»
یو ګدا ترې څه وغوښتل، امر یې وکړ: زر ورکړئ؛ پوښتنه یې ترې وکړه: زر، سره ورکړم که سپین؟ ویې ویل: دواړه راته دوه تیګي دي، د ګداچې په څه کې ډېره ګټه وي هماغه ورکړه[63].
په کوم امت او ملت کې مړانه له دغسې سخاوت سره لیدل کېږي چې د جګړې په ډګر کې له مشرک سره د جګړې پر حال و، مشرک وویل: یا ابن ابی طالب هبنی سیفک (توره دې را ډالۍ کړه). توره یې ورو غورځوله، مشرک وویل: عجب! د ابوطالب زویه! په دغسې وخت دې توره راکوې؟ ویې ویل: د سوال لاس دې راوغځاوه او د ګداګر او سائل ردول کرم نه دی، مشرک ځان پر ځمکه واچو، ویې ویل: د اد دیندارو خوی دی، پښه یې ورښکل کړه او مسلمان شو[64].
ابن زبیر علی(ک) ته ورغی ویې ویل: د پلار په حساب کې مې ولیدل چې ستا پلار یې اتیا زره درهمه پوروړی دی؛ علي دا مال ورکړ، روسته راغی، ویې ویل: په ویلو کې تېروتم، پلار مې ستا د پلار اتیازره درهمه پور وړی و، علی وویل: هغه مې ستار پلار ته وربښلي او چې څه دې را نه واخستل، ستا دې وي[65].
کومه زمانه داسې یو واکمن راښودای شي چې له مصره تر خراسانه یې واکمني وي ؛ خو چې د یوې ښځې پر اوږو د اوبو خیګ ویني، ترې یې اخلي او تر پایه یې ورسره وړي، حال یې پوښتي او شپه تر ګهیځه له اندېښنې ویده نشي چې ولې دې کونډې او پلار مړیو ته رسیدګي شوې نه ده او ګهیځ خپله پلار مړیو ته خواړه وړي،او خپله یې ورپخوي او په خپله مړی په خوله کې ورکوي او چې کله کونډه امیرالمؤمنین علی(ک) وپېژني؛ نو خجالت شي؛ خو دا ورته وايي: ای دخدای مینزې! زه درته خجالت یم[66].
څوک دی چې په خپل خلافت پېر کې له خپل چوپړیال سره په بزازی بازار کې وګرځي او د خامتا دوه کمیسونه وپیري او ښه یې خپل نوکر ته ورکړي چې د ځوان د ښکلا غوښتنې غریزه تامین شي او کم ارزښته یې خپله واغوندي[67].
سره له دې چې د سرو سپینو زېرموال و، ویې ویل: « والله لقد رقعت مدرعتی هذه حتی استحییت من راقعها[68]».
علي (ک) ته یې څه ولجه راوړه چې پر ولجه یوه ټیکله ډوډۍ هم وه، کوفې اوه محلې درلودې، دا ولجه یې له ټیکلې ډوډی سره اوه برخې کړې او پر هرې محلې یې وویشلې[69].
او تر هر ویش روسته یې دوه رکعته لمونځ کاوه، ویل یې: «الحمد لله الذی اخرجنی منه کما دخلته[70]».
د خپلې واکمنی پر مهال یې خپله توره په بازار کې پلور ته کېښووه، ویې ویل: پر هغه خدای چې د علي سا یې په واک کې ده، که د کمېس پېسې مې درلودای دا توره مې نه پلوره[71].
پر کومه ورځ چې مصیبت او کړاو ور رسېده، پردې ورځ یې زر رکعته لمونځ کاوه، شپېته مسکینانو ته یې خیرات ورکاوه او تر درېیو ورځو روژه کېده[72].
زر مریان یې د خپلو لاسونو په ټناګو او خولو ازاد کړل[73].
او چې کله له نړۍ ولاړ اته لکه درهمه پوروړی و[74].
یو شپه د روژه ماتي لپاره د خپلې لور میلمه و، د پراخ اسلامي هېواد د لور پر دسترخوان یوازې اوربشینه روټۍ، مالګه او یوه کاسه شیدې وې، په روټۍ او مالګې یې روژه ماتی وکړ او شیدې یې ونه څښلې چې هسې نه دسترخوان یې د ولس تر دسترخوانه رنګین وي[75].
تاریخ چېرې داسې یو واکمن لیدلی چې له مصره تر خراسانه یې واکمني وي؛ خو د ځان او والیانو په تړاو یې حکومتي کړلار، هغه وې چې عثمان بن حنیف ته یې په لیک کې کښلې وي:
نهج البلاغه – ۴۵ لیک:
(((پر ٣٦س، د بصرې ولسوال؛ حضرت عثمان بن حنيف انصاري ته ليک، چې د بصرې د پانګوالو د مېلمستيا بلنه يې منلې وه.)
تر څښتن ستاینې او درود روسته ! د حنيف زويه! خبر شوى يم د بصرې د يو پانګوال په مېلمستيا کې دې ګډون کړى وه، ډول ډول خواړه يې درته ايښي ول او پرله پسې يې د خوړو کاسې درته راوړې، ګومان نه کوم، چې د هغو خلکو مېلمستيا ومنې، چې اړين يې په ظلم بې برخې شوي او شتمن يې پر دسترخوان بلل شوي وي. غور وکړه، چې چېرې يې او پر کوم دسترخوان يې خورې؟ نو هغه خواړه لرې وغورځوه، چې په حلالو او حرامو يې نه پوهېږې او هغه وخوره، چې په پاکوالي او حلال والي يې ډاډمن یې.
پوه شه! هر څوک يو مشر لري، چې ورپسې روان وي او د پوهې له رڼا يې رڼا اخلي. پوه شه! مشر مو له خپلې دنيا په يو جوړ جامو او دوه ټکليو ډودۍ بسيا کړې. پوه شئ! دا چار مو له وسې پوره نه دى؛ خو په خپلې نمنځچارۍ – پرهيزکارۍ، ډېرې هڅې او پاکلمنۍ به مې لاسنيوى وکړئ؛ نو پر خداى قسم! ستاسې له دنيا مې سره سپين زېرمه کړي نه دي او همداراز له غنيمتونو مې هم. له يو جوړ جامو زيات څه نه لرم او يوه لوېشت ځمکه هم نه لرم او ستاسې دنيا د بلوط د ونې تر ترخې دانې هم راته ناڅيزه ده.
هو! تر اسمان لاندې له ټولو څيزونو، يوازې “فدک[76]” زموږ په لاس کې وه، چې يو شمېر خلکو پرې کنجوسي وکړه او يو شمېر نور ترې بيخي تېر شول او خداى غوره پرېکړه کوونکى دى.
زموږ له “فدک” او غير فدک سره څه کار؟ چې کېڅ – قبر د بنيادم سبا هستوګنځی دى، چې په تيارو کې يې د انسان اثار پوپناه کېږي او اوازه يې ټپېږي. کېڅ چې څومره هم پراخه وي؛ نو ډبرې او لوټې يې ډکوي او سوري يې ټپوي. نن خپل ځان په نمنځچارۍ روزم، چې د قيامت د ستر ډار له ورځې خوندي او پښه مې ښويه نشي. که وغواړم؛ نو نږه شات او د غنمو ډوډۍ خوړاى او هم ورېښمنې جامې اغوستى شم؛ خو په خواشینۍ، چې ځاني غوښتنې به رالاسبري شوې وي او حرص او تمه به مې اړ کړي، چې خوندور خواړه وخورم.
حال دا چې په “حجاز” يا “يمامه[77]” کې به داسې څوک وي، چې يوه ټيکله ډوډۍ به نه ورسي او يا به کله هم په مړه خېټه ویده شوى نه وي يا زه موړ ویده شم؛ خو په شاوخوا کې مې داسې خلک وي، چې له لوږى يې خېټې په ملاګانو پورې نښتې او تږي وي او يا داسې وسم، چې شاعر وايي:”همدا درد درته بس دى، چې د شپې په مړه خېټه ویده شي او شاوخوا دې وږې خېټې وي[78].”
ايا په همدې خوښ اوسم، چې اميرالمؤمنين راته ووايي او د خلکو په ترخو ورځو کې ورسره برخوال نه اوسم او د ژوند په سختيو کې ورته بېلګه نشم؟ دې ته نه يم پيدا شوى، چې پر خوندورو خوړو بوخت شم او يا پر اخور تړلى يا خوشې شوي څاروي په څېر يم، چې يوازې او يوازې له وښو ګېډې ډکوي او له ګاندې ناخبره دي. ايا چټي يې پيدا کړى يم؟ ايا لوبڅى کړى یې يم؟ ايا د بدلامۍ – بېلارۍ رسۍ په لاس کې ونيسم او د لالهاندۍ پر لار قدم کېدم؟ لکه چې اورم، يو تن مو وايي:”که د ابيطالب د زوى خواړه همدا وي؛ نو غړي به يې کمزوري او سست شي او له خپلو سيالانو سره به جګړه نشي کړاى.”
پوه شئ! د بیديا د ونو لرګي ډېر کلک وي او د لښتو د ونو پوټکى خورا نازک وي. د بيديا ونې په باران خړوبېږي او لرګي يې ښه ډېر اور کوي[79]. زه او رسول اکرم(ص) د يو څراغ رڼا يو، د يوه مټ څنګل يو. پر خداى قسم! که ټول عرب راته يو لاس شي، مخ به ترې وانه ړوم او که فرصت ولرم، له ټولو سره به جګړه وکړم او هڅه کوم، چې ځمکه ددې فسخ شوي او کوږ اندي “سړي” له شتونه پاکه کړم، لکه چې غنم د لوټو له دانو پاکوي. ( د دې ليک يوه برخه:)
دنيا! له ما لرې شه، ستا د پوزې پړی مې ستا پر شا اچولى او ځان مې ستا له منګولو خوشې کړى او ستا له لومو مې ځان ژغورلى او ځان مې ستا له ښوييدنو لرې ساتلى، هغه ستر چېرې دي، چې په خپلو لوبڅو دې تېر اېستل؟ هغه امتونه چېرې دي، چې په ځلبلۍ او پړکنده توب او ګاڼو دې وغولول او اوس په کېڅونو – قبرونو کې دي او په لحدونو کې پټ پراته دي!؟
دنيا! پر خداى قسم! که د ليدو وړ څوک واى او د حسولو درک دې درلودلاى، خپل حدود مې درباندې جاري کول؛ له دې امله، چې بندګان دې په خپلو هيلو تېر ایستل او ملتونه دې ورک کړل او ځواکمن دې پوپنا کړل او په ډول ډول کړاوونو دې اخته کړل، چې وړاندې روسته نشي تلاى؛ خو په خواشینۍ، چې څوک ستا د ښويېدو په ځاى کې ګام کېدي؛ نو راوبه لوېږي او څوک چې ستا پر څپو سپور شو؛ نو ډوب شو، څوک چې ستا له لومو خوشې شو؛ نو بريالى شو، څوک چې درنه روغ رمټ تېر شو؛ نو اندېښمن به نه وي، چې هستوګنځى يې تنګ وي؛ ځکه دنيا ورته داسې يوه ورځ ده، چې تېره شوه.
له سترګو مې لرې شه! پر خداى قسم! سر به درښکته نه کړم چې خوار مې کړې او خپلې واګې به در نه کړم، چې هر چېرې مې راکاږې.
پر خداى قسم! داسې قسم، چې يوازې د خداى اراده پکې ده، داسې به خپل نفس وروزم، چې که يو ټيکلى ډودۍ مې ومونده، پرې خوشحاله شي او دومره وژاړم، چې چينه وچه شي؛ نو ژړا به مې ونه درېږي ايا وړ ده، چې څاروي ډېر وخوري او ارام ویده شي او د مېږو او پسونو رمه له څړ ځايه خپل شپه غالي ته مخه کړي او “علي” هم (په څېر يې) له خپلې توښې وخوري او ويده شي؟ نو سترګې دې يې روښانه وي! چې تر ډېرو کلو روسته يې خوشې شوي څاروي او رمې ځان ته بېلګه کړي وي!! پر هغه دې خوښې وي، چې د خداى پر وړاندې يې خپلې فرضي دندې ترسره کړې دي او د خداى په لار کې يې هر ډول تراخه او کړاوونه زغملي وي او د شپې ويښ وي او که خوب يې يوسي؛ پر ځمکه ويده او لاس خپل بالښت کړي او په هغه ډله کې وي، چې د قيامت له وېرې یې له سترګو خوب تښتېدلى وي او نه ويدېږي او شونډې يې د خداى پر ياد خوځي او په اوږدو استغفارونو يې ګناهونه تویې شوي وي.” دوى د خداى ګوند دى او په حقيقت کې د خداى ګوند بريالى دى[80]“.
د حنيف زويه له خدايه وډار شه! او په هماغه څو ټکليو ډوډيو بسيا وکړه، چې د دوزخ له اوره وژغورل شې.))
اسلامي حکومت باید د هغه په هندارې کې ووینو چې په کوفې کې ناست دی او په حجاز یا یمامې کې یې د یوه وږي د شتون احتمال نه پرېږدي چې خوندورو خوړو ته لاس وروغځوي او یوازې د خامتا له اغوستو زړو جامو نورې جامې نه لري او یوه لویشت ځمکه هم ځان ته نه ساتي او له خوراک څښاک او هستوګنځي یې برخمني همدا ده، هسې نه چې معیشت یې د خپل ولس تر فقیر ترین وګړي غوره وي.
په واکمنۍ کې یې داسې عدالت چلېږي چې خپله زرې له یوه یهودي سره ویني ورته وايي: دا مې زرې ده، یهودي چې ذمي دی په پوره جرأت وايي: زرې زما او په واک کې مې ده، زما او ستا تر منځ دې د مسلمانانو قاضي قضاوت وکړي.
سره له دې چې پوهېږي یهودي خیانت کړی او دده زرې یې غلا کړې،قاضي ته ورسره ځي او چې قاضي د علي(ک) په درناوی پاڅېږي، قاضي پردې کړنې پړوي او وايي:که نوموړی مسلمان وای ستا په مخ کې ورسره کېناستم. او په پای کې یهودی ددې مطلق عدالت په وړاندې منښه کوي او اسلام راوړي او امام زرې او خپله سورلۍ وربښي. مسلمان شوی یهودي له علی(ک) نه جلا کېږي او په صفین جګړې کې شهیدېږي[81].
چې کله خبر شو، د اسلام په ذمې کې د یوې ښځې له پښو خلخال (د ښکلا یو ډول ګاڼه وه چې پخوا به ښځو له خپلو پښو راتاووله او چې پر لار به روانې وي شرنګهار به یې کاوه) ایستل شوی دی، ددې قانون ماتونې زغم یې نه درلود، ویې ویل: « فلوان امرأ مسلما مات من بعد هذا اسفا ما کان به ملوما، بل کان به عندي جدیرا[82]»
یوه ورځ پر لار تېرېده، ویې لیدل چې یو بوډا، ګدايي کوي، دده د ګدايئ د علت په لټه کې شو. ورته وویل شول چې بوډا نصراني دی؛ امام غوسه شو چې په ځوانۍ کې کار ترې واخستل شو او په بوډاتوب کې ګداګرۍ ته پرېښوول شو؟! او حکم یې وکړ چې له بیت الماله دې نفقه ورکړای شي[83].
د خلکو د حق په رعایتولو کې دغسې و، که تر اسمان لاندې اوه ګوني اقالیم ورکړې، چې د میږي په خوله کې د وربشې پوټکی ترې واخلي، دا کار یې نه کاوه[84].
او د خالق د حق په باب دغسې و، چې د جنت پر تمه او د دوزخ له ډاره یې نه نمانځه؛ بلکې په دې پار یې نمانځه چې نمانځوړ دی[85].
لکه چې خپله د اسلام پېغمبر(ص) ویلي: «انا ادیب الله و علی ادیبی[86]»
بشریت یې ددغسې یو انسان په روزنې د آدمیت او انسانیت کمال ته ورساوه، چې د جګړې د ډګر جنګیالیتوب او زړه ورتوب یې له زړګنی نرمۍ سره اغږل شوی او داسې ازادګۍ او حریت ته یې رسولی، چې له ګردو محدودو دنیوي او نا محدودو اخروي ګټو ازاد شوی، چې د هستۍ د نمانځور الله د عبودیت کړۍ یې پر غاړې کړې، حریت او عبودیت یې سره راټول کړي، چې د انسان او نړې د پنځون روستی موخه ده؛ او داسې یې خپله رضا او غضب د خالق تعالی په رضا او غضب کې فاني کړي وو، چې په لیلة المبیت[87] کې د رسول اکرم(ص) پر ځای وېدېدل او د خندق پر ورځ یې ګوذار- چې د ثقلینو تر عبادته غوره دی- ګواه دی[88].
هو، هغه بڼوال چې د عربي ټاپو وزمې په ښوره زار کې يې په څو محدودو کلونو کې له ګردو ازمېښتونو سره سره، دغسې یو امت را منځ ته کړ او د آدمیت او انسانیت له ونې یې دنیا ته دغسې یوه «شاه میوه» ور وړاندې کړه؛ ویلای شي: زه د انسانیت د بوستان ستر بڼوال یم.
له معجزو په صرف نظر- چې دلته یې د ویلو فرصت نه شته- او دلته ددې د ډېرو لږو علمي او عملي بېلګو په راوړو، آیا عقل و انصاف نه ایجابوي چې له تعصب او ځاني غوښتنو پاک انسان ایمان راوړي، چې دغسې یو دین، بشریت د کمال روستی درجې ته رسولای شي؟! او د بنیادم عقل او فطرت چې له علمي او عملي پلوه له دینه دغسې انتظارات لري ایا په دې دین او آیین کې نشته؟! ایا له وګریز او ټولنیز نظره د انسان روزنې ته، تردې ښوونې او روزنې اوچته او غوره ښوونه او روزنه شته؟!
دا د اسلام پېغمبر(ص) پر خاتمیت او د آن حضرت(ص) د شریعت پر ابدیت ایمان دی: ((مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا (احزاب- ۴۰): محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) ستاسې د کوم نارینه پلار نه دى؛ خو د الله استازى او د پېغمبرانو (د لړۍ) پاى ته رسوونکى دى او الله پر ګردو چارو پوه دى.))
د رسول اکرم (ص) د سپېڅلي ژوند د لمر وړانګې
په پای کې په لنډو د رسول اکرم(ص) د سپېڅلي ژوند د لمر وړانګو ته اشاره کوو، چې علي(ک) یې پر رسالت ګواه دی.
هغه مهال یې چې خپله بلنه پیل کړه، تطمیع او ګواښنه تر روستي بریده ورسېده. قریش ابی طالب ته ورغلل ویې ویل: وراره دې زموږ خدایانو ته بد وویل، ځوانان یې را فاسد او زموږ ټولی یې خپور وور کړ، که مال غواړي شتمني ورټولوو، چې د قریشو خورا مړه خوا سړی وي او هره ښځه چې غواړي ورواده کوو یې؛ تردې چې دسلطنت او پاچاهۍ وعده یې ورکړه. د آن حضرت (ص) ځواب دا و:
که لمر په ښي لاس او سپوږمۍ په کین لاس راته کېنوئ نه یې غواړم[89].
چې ویې لیدل تطمیع اغېزمنه نه ده په ګواښ او ځورونې یې لاس پورې کړ او بېلګه یې داده چې کله په مسجدالحرام کې پر نمانځه درېده، دوو تنو یې ښي خوا ته شپیلي او دوو تنو یې کیڼ لوري ته چکچکې وهلې، چې لمونځ یې ګډ وډ کړي[90] او چې پر لار به تېرېده پر سر یې خاورې وراچولې او دسجدې پر مهال یې د پسه ښارشنه پرې وراچول[91].
د ابی طالب تر مړینې روسته یوازې له مکې ځنې طایف ته ولاړ، چې د ثقیف ټبر له مشرانو د الهي دین دودولو ته مرسته وغواړي؛ خو دوی کمقعلان، پرېوتي او مریان راوپارول او په آن حضرت (ص) پسې شول او ویې ځوراوه.
حضرت(ص) یو بڼ ته پناه یووړه او د انګور تر یوه بوټې لاندې په سیوري کې کېناست او حالت یې دومره د زړه سوی و، چې د مشرک دښمن زړه پرې وسوځېده او خپل نصراني مریي؛ عداس ته یې وویل: انګور راټول او وریې وړه. مريي چې حضرت(ص) ته د انګور کاسه کېښووه، لاس یې وروغځاوه ویې ویل: بسم الله.
مريی وویل: ددې ښار وسېدونکي دا کلمه نه وايي.
ویې ویل: د یونس بن متی د ښار یې.
عداس وویل: یونس له کومه پېژني؟
ویې ویل: هغه مې رور و،پېغمبر و، زه هم پېغمبر یم؛ نو عداس د حضرت(ص) لاسونه او پښې موچې کړې[92].
د حضرت(ص) یاران یې په سخترینو کړاوونو کړول او ځینې یې ټکنده لمر ته اچول او پر سینه یې ګټ ور ایښووه، او په دې حال کې یې احد احد وایه[93].
د عمار یاسر بوډۍ مور یې وکړوله چې د خدای له دینه واوړي، ویې نه منله، تردې چې ویې وژله[94].
سره له دې چې له دې قومه خورا وځورېد، ترې وغوښتل شو، ښېرا ورته وکړي، ویې ویل: «انما بعثت رحمة للعالمین[95]»
او ددې ټولو ځورونو په مقابل کې یې دې قوم ته پېرزوینه دا دعا وه:« ای الله! قوم ته مې سمه لار ور وښیه چې ناپوهان دي[96].»
ددې پر ځای چې عذاب وغواړي، رحمت یې وغوښت، داسې رحمت چې اوچت ترې نه انګېرل کېږي او دا د هدایت نعمت دی او دوی یې «خپل قوم» وباله چې له الهي عذابه یې خوندي او بچ کړي او له دوی یې د شکایت پر ځای د خدای درګاه ته شفاعت وکړ او معذرت یې غوښته چې دوی ناپوهان دي.
د حضرت(ص) د معیشت څرنګوالی دغسې و، چې خواړه یې اوربشینه روټۍ وه او تر مړښته یې نه خوړه[97].
په خندق غزا کې یې لور صدیقه کبرا یوه ټیکلې ډوډوۍ ور وړه او تر درېیو ورځو روسته، لومړي خواړه و، چې حضرت وخوړل[98].
او دا ډول ژوند نه له تنګلاسی و؛ ځکه په همدې وخت کې یې بخشش او ورکړه سلو اوښانو ته رسېده[99].
چې کله له نړی ولاړ، دینار، درهم، مريی، مینزه، پسه او اوښ ترې پاتې نه و، او د خپلې کورنۍ لپاره یې په نسیه د شلو صاعو اوربشو پېر په بدل کې د مدینې له یوه یهود سره خپله زرې ګروه ایښې وه[100].
باید په دوه ټکیو کې سوچ وکړو:
الف: شک نشته چې د حضرت(ص) د موقعیت په پامنیوي او امانت یې، چا ترې ګروې نه غوښته؛ خو نظر دادی چې د پور په نه لیکلو په حالت کې دې، د رهن/ګروۍ قانون – چې د بل مال وثیقه ده- ان د اسلام اوچت ترین شخصیت د یهودي په باب هم مراعات کړي.
ب: چا ته چې ډېر خوندور خواړه چمتو و؛ خو په دې پار چې تر واک لاندې کمزوریو وګړیو تر خوړو یې خواړه ښه نه وي،د ژوند تر پایه په روټۍ موړ نشو.
رسول اکرم(ص) یوه ورځ له خپلې لور فاطمې بي بي کره ولاړ او ویني چې فاطمه میچنه چورلوي او خپل زوی ته تی هم ورکوي، حضرت(ص) چې دا سخته صحنه ولیده، ویې ویل: « تعجلی [تجرئی]مرارة الدنیا بحلاوة الاخرة[101]»
د پلار په ځواب کې یې وویل:« یا رسول الله الحمد لله علی نعمائه و الشکر الله علی آلائه»؛ لور یې له مېچنې په ستړو لاسونو ورغله چې یو چوپړیال ترې وغواړي؛ خو په خوله یې څه ونه ویل، ستنه شوه او هغه پلار چې د لور کور له سرو سپینو ډکولای، مریان او مینزې ورته ګومارلای شي، د چوپړیال پرځای یې «۳۴ وارې تکبیر، ۳۳وارې تحمید او ۳۳ وارې تسبیح» ور زده کړه[102]. د نبي اکرم هغه لور چې په دیني منابعو کې یې دغسې ځانګړنې درلودې، د مباهلې: ((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ[103])) او تطهیر((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا [104])) آیتونه یې په شان کې نازل شوي په کسأ حدیث کې برخواله[105]، د «سیدة نساء اهل الجنة[106]» عنوان ورپوری دی، چې تر قیامته د رسول اکرم(ص) ځوځات پرې غځیږي او د امت امامان یې اولاده ده او پلار یې دومره درناوی کاوه چې کله ورتله پلار یې پر خپل ځای کېنوله او ددې لاسونه یې ورښکلول[107] او هغه لور چې په پلار پسې په محراب کې دومره درېده چې پنډې به یې پړسېدی او له دومره عبادت سره سره د خپل مېړه کور یې په ښه توګه چلاوه[108].
د حضرت محمد د چلن، سلوک او اخلاقو بېلګې
پر ځمکه کېناسته،[109] له مریانو سره یې خواړه خوړل، پر کوچنیانو یې سلام اچاوه،[110] یوه بېدیانۍ ښځه پر حضرت(ص) تېره شوه، ویې لیدل چې پر ځمکه ناست دی او خواړه خوري، و یې ویل: یا محمده! خواړه دې د بنده په څېر دي او ناسته دې هم د بنده په څېر ده. ویې ویل: کوم بنده، په بندګۍ تر ما خورا ښه بنده دی[111] خپلې جامې یې په خپله پیوندولې،[112] خپله مېږه یې په خپله لوشله[113]، د آزاد او مریي بلنه یې منله[114]. که د مدینې په روستۍ برخه کې به څوک ناروغ شو، پوښتنې ته یې ورتله[115]. د فقیرانو ملګری او له مسکینانو سره پر دسترخوان کېناسته[116]، د بندګانو په څېر یې خوړل او په څېر یې کېناسته[117].
چې چا یې لاس نیوه، چې نیوونکي به یې لاس خوشی کړی نه و، خپل لاس یې نه راښکود[118] کومې ناستې ته ورتله، ناسته چې پر هر ځای پای ته رسېده، چې هلته کېناسته[119] او چا ته یې سترګې نه نېوې [120] په ټول عمر کې بې د خدای لپاره پر چا غوسه نه شو[121].
یوه ښځه له حضرت رسول اکرم(ص) سره د خبرو په ترڅ کې ولړزېده، ورته یې وویل: آساني دې درباندې وي، زه ملک – پاچا نه یم، زه د هغې ښځې زوی یم چې وچه غوښه یې خوړه[122].
انس بن مالک (رضی الله عنه) وايي: نهه کاله د پېغمبر(ص) چوپړیال وم، هېڅکله یې ونه ویل: ولې دې دغسې کار وکړ؟ او بیخي یې نیوکه راباندې ونه کړه[123].
یوه ورځ په جومات کې ناست و، د انصارو یوې نجلۍ د حضرت(ص) کمیس ونیو، په پار یې پاڅېد، نه نجلۍ څه وویل او نه حضرت وپوښتل څه غواړې، څلور ځل دا کار وشو، څلورم ځل یې د حضرت له جامو یو تار راونیو او ولاړه: نجلۍ وپوښتل شوه، دا څه دې وکړل؟ ویې ویل: په کور کې مې ناروغ و، راویې لېږلم چې د حضرت له جامو دشفا لپاره یو تار راوشکوه، چې راشکو مې، رالېدل یې، حیا مې وکړه او ښه مې نه ایسېدل چې په تار راشکولو کې اجازه ترې واخلم، تردې چې په څلورم ځل مې تار له جامو راوشکو[124].
دا پېښه د انسان کرامت او عزت ته د آن حضرت پېرزوینه ورښيي؛ ځکه په ځیر کتیا یې د نجلۍ اړتیا او له سواله یې په کراهت او بد ایسېدنې پوه شو او څلور ځل له ځایه پاڅېد چې نجلۍ خپله اړتیا پوره کړي او له لټې او پوښتنې یې ډډه وکړه چې د بد اېسېدو لامل او د سوال پر ذلت اخته نشي. څوک چې په دومره ځېرنه او ظرافت د یوې نجلۍ حرمت او درناوی ساتي؛ نو ایا په مبارک نظر به یې د انسان منزلت او کرامت تر کوم بریده وي.
په هغه پېر کې چې یهود په ذمي شرایطو کې وسېدل او حضرت(ص) ښه مقتدر او ځواکمن و، حضرت(ص) د یوه تن یهودي پوروړی و، او خپل پور یې غوښت. حضرت (ص) وویل: څه راسره نشته چې در یې کړم. یهودی وویل: درڅخه نه جلا کېږم چې پور دې راکړی نه وي. ویې ویل: درسره کېنم. له یهودي سره کېناست، د ماسپښین، مازدیګر، ماښام، ماسخوتن او ګهیځ لمونځونه یې هملته وکړل، د پېغمبر(ص) اصحابو یهودی وګواښه، پېغمبر(ص) وویل: ولې دغسې ورسره چلېږئ؟ ورته وویل شول: یا رسول الله، یهودي بندي کړی یې؟ ویې ویل: پالونکي مې رالېږلی نه یم چې ظلم وکړم، چې لمر په اسمان کې راپورته شو، یهودي وویل: اشهد ان الا اله اله الله و اشهد ان محمدا عبده و رسوله؛ او یوه برخه شتمني مې د خدای په لار کې ورکړه، پر خدای قسم دا چلن مې ددې لپاره درسره وکړ، چې په تورات کې دې ځانګړنه ووینم[125].
عقبة بن عقلمه وویل: علي(ک) ته ورغلم، او په مخکې یې وچه ډوډۍ پرته وه، ویې ویل: یا امیرالمؤمنینه ! خواړه دې همدا دي؟ ویې ویل: د رسول الله (صلی الله علیه و اله) ډوډۍ تردې وچه او جامې یې تردې ځیګې وې او که پر چلن او کړنو یې ولاړ نشم، ډارېږم چې ورسره به یو ځای نه شم[126].
امام علی بن الحسین زین العابدین وپوښتل شو، د خپله نیکه علي (ک) په پرتله دې عبادت څنګه دی؟ ویې ویل: د خپل نیکه په پرتله مې عبادت لکه د رسول اکرم(ص) د عبادت په پرتله مې چې د نیکه عبادت دی[127].
د ژوند په پای کې یې خپل قاتل وباښه، چې دا یې پر الهي خویونو د ځان پسلول و، چې د الله تعالی د رحمانیه رحمت ښکارندوینه وه. ((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ(انبیاء – ۱۰۷): او ته مو نړيوالو ته يوازې رحمت لېږلى يې. ))
دغسې یو تن ویلای شي: « انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق[128]: ددې لپاره رالېږل شوی یم چې اخلاقي ښېګڼې بشپړې کړم».
چېرې یې د اخلاقي ښېګڼو شرح شونې ده، سره له دې چې عظیم خدای ویلي دي((و انک لعلی خلق عظیم[129])) او په یقین ته پر ستر خوی یې». یوازې د حضرت(ص) په ژوند، اخلاقو او ځانګړنو په مطالعې سره کفایت کوي چې هر منصف یې پر نبوت ایمان راوړي: ((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا. وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا(احزاب: ۴۵ – ۴۶ آیتونه): پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد، زېرګری او ګواښګرندی لېږلى يې؛ او په حكم يې د الله لوري ته بلونكى او بله ډیوه يې. ))
او د پېغمبر اکرم د راښکاره کېدو زېري پخوانیو پېغمبرانو په اسماني کتابونو کې راکړي دي؛ که څه تحریف او اړونو یې نښه او اغېز پرېښی نه دی؛ خو سره له دې، څه چې راپاتې دي نظروالو ته پکې غور او سوچه حقایق ور په ګوتو کوي او په دوو بېلګو یې بساینه کېږي:
تورات، تثنیه برخه، ۳۳ باب: ((او دا هغه برکت دی چې د خدای نارینه موسی له خپلې مړینې مخکې بني اسرائیلو ته برکت ورکړی، ویې ویل: یهوه له سینا راغی او له سعیر څخه پرې راوخت او د فاران له غره ځلاند شو او … راغی او له ښي لاس یې اورین شریعت ورته پیدا شو[130])).
«سینا» پر موسی بن عمران د وحې راکیوتو ځای او «سعیر» د عیسی بن مریم د بعثت ځای او د «فاران» غر چې یهود پکې وځلېد، د تورات په شهادت، د «مکې» غر دی؛ ځکه په تکوین سِفر (برخه)، ۲۱باب، په هاجرې او اسماعیل پورې اړوند آیتونو کې راغلي دي: «او خدای له هغه زوی سره و، وده یې وکړه، بېدیا میشتی شو او په غشي ایشتو کې لویی شو او په فاران بېدیا کې میشت شو او مور یې د مصر له هېواده یوه ښځه ورته وکړه ».
«فاران» مکه ده، چې اسماعیل او اولاده یې پکې وسېده او هغه پېغمبر چې له حری غره له اورین شریعت او له دې [« یا ایهاالنبی جاهد الکفار و المنافقین» (توبه/۷۳): له کافرانو او منافقانو سره جګړه وکړه] فرمان سره راغی، بې له حضرت رسول اکرم(ص)بل څوک نه و.
او د حبقوق (حیقوق) نبي د کتاب په درېیم باب کې راغلي دي: « خدای له تیمان راغی او قدوس له فاران غره…. اسمانونه یې وپوښل او ځمکه یې له تسبیح ډکه شوه، وړانګه یې د رڼا په څېر وه او له لاسه یې وړانګه وځلېده»
حضرت رسول اکرم(ص) د مکې له غره راښکاره شو، چې په ګرده ځمکه د « سبحان الله و الحمدالله و لا اله الا الله و الله اکبر» غږ انګازې خپرې کړې او د نړۍ د مسلمانانو په رکوع او سجود کې « سبحان ربی العظیم و بحمده» او « سبحان ربی الاعلی و بحمده» خواره شول.
یوحنا انجیل، ۱۴ باب: ((او زه له پلاره سوال کوم او بل تسلي درکوونکی به درکړي چې تل درسره پاتې وي[131])).
او په ۱۵ باب کې راغلي: ((خو چې تسلي ورکوونکی – چې د پلار له خوا یې درلېږم- راشي؛ یعنې د رښتیانیو روح چې له پلاره صادرېږي، شاهدي به راباندې ووايي[132].))
په اصل نسخه کې، چاچې له عیسی سوال کړی، چې دا ولېږي او شهادت پرې ورکړي،د «پارقلیطا» په نامه دی چې «پریکیطوس» دی او ژباړه یې له «ستایل شوي»، «احمد» او «محمد» سره اړخ لګوي؛ خو د انجیل لیکوالو پر «پاراکلپتوس» اړولې او په «تسلي ورکونکي » یې ژباړلی دی.
او دا حقیقت په برنابا انجیل کې څرګند دی، چې په ۱۱۲ څپرکي کې راغلي دي:……..خو چې کله محمد د خدای استازی [محمد رسول الله] راشي دا ټکه له ما لرې کېږي».
او د برنابا انجیل په «۳۹» څپرکي کې د محمد رسول الله په نامې زېری راغلی چې عین نص یې «لا اله الا الله» او «محمد رسول الله» و.
او په ۴۱ فصل کې راغلي: چې کله آدم ورځیر شو پر وره یې لیکلي و: «لا اله الا الله محمد رسول الله».
په ۹۶ فصل کې یې راغلي: «هغه مهال چې خدای پر نړۍ ولورېږي او خپل پېغمبر – چې هر څه یې ورته پیدا کړي- ور لېږي، هغه چې به په قوت له جنوبه راشي، بوتان او بوتپالي به هلاک کړي او… څوک یې چې پر خبره ایمان راوړي مبارک به شي».
د تورات او انجیل زېریو زبادولو لپاره کفایت کوي چې رسول اکرم(ص) یهود، نصارا، او ددوی احبار، قسیسین او پاچایان اسلام ته وبلل او د یهودو له دې ګروهې سره چې ویل یې«عزیر ابن الله»( عزیز د الله زوی دی) او د نصاراوو له دې ګروهې سره چې ویل یې«ان الله ثالث ثلاثة»(الله له درېیو یو یې دی) مقابله وکړه او ډانګ پېیلي یې وویل زه هماغه یم چې په تورات او انجیل کې زما (د راتلو) بشارت (زېری) شوی دی:
((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ (اعراف – ۱۵۷): (نو نن دا رحمت) د هغوى (په برخه دى) چې (د الله) د استازي،”اُمي” پېغمبر لاروي كوي، چې (نامه او ځانګړنې) یې په تورات او انجيل كې ورسره ليكلي مومي))
}وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ (صف/۶)؛ او (درياد كړه) چې عيسى د مريمې زوى وويل: ((بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې)! په رښتینه كې زه درته د الله استازى يم [حال دا] تورات چې تر ما مخكې راغلى، رښتينى ګڼم او د هغه استازي زېرى دركوم، چې تر ما روسته راځي [او] نامه يې ((احمد)) ده))؛ نو چې له معجزو او روښانه دلايلو سره ورغى ويې ويل : (( دا خو ښكاره كوډې دي .)){
که ادعا یې سمه نه وه، ایا شونې وه چې حضرت(ص) ددې دښمنانو په مقابل کې – چې خپل مانیز او مادي سلطنت یې په خطر کې لیده او په هر کمزوري ټکي پسې ګرځېدل- په دې پرېکنده توب اعلان وکړي؟
احبار، قسیسین، د یهودو او نصاراوو عالمانو او پاچایانو ورسره له مبارزې لپاره هره وزله وکاروله، تردې چې له جګړې او مباهلې بېوسي شول او جزيي ته یې غاړه کېښووه؛ نو څنګه ددې ادعا پر وړاندې بېچاره شول او ددې ادعا په نټې یې د حضرت(ص) ټولې ادعاوې باطلې نشوې کړای!.
دا ډانګ پېیلې ادعا، او د یهودیانو او نصاراوو د عالمانو او واکمنو دا هېښنده چوپتیا، د آن حضرت د راښکاره کېدو په پېر کې، د هغو بشاراتو او زېریو پر زبادولو غوڅ دلیل و.
که څه تردې روسته د دبدې، مقام او مال له امله یې یوازې د تحریف او اړونې لار خپله کړه، چې بېلګه یې فخر الاسلام په انیس الاعلام کتاب کې په خپل ژوند لیک کې راوړی او لنډیز یې دادی: زوکړه مې په ارومیه کلیسا کې وه او د زده کړو په روستیو وختونو کې د کاتولیک ډلې د یوه مشر چوپړیال شوم، چې په درسي غونډه کې یې نژدې څلورسوه یا پنځه سوه تنه کېناستل. یوه ورځ داستاد په ناسوبتیا کې د زده کړیالانو تر منځ مباحثه ونښته، چې استاد ته ورغلم راته یې وویل په څه کې مو بحث درلود؟ ومې ویل: د «فارقلیط» کلېمې په مانا کې؛ ددوی د نظریاتو له پلټنې روسته یې وویل: حق بې د دوی له نظریاتو دی، د هغې زېرمې کونجي یې – چې انګېرله مې زېرمه یې ده – راکړه، ویې ویل: له صندوقه دوه کتابونه – چې د خاتم الانبیاء تر راښکاره کېدو وړاندې یو په سریاني ژبې او بل په یوناني ژبې پر پوټکي لیکل شوي وو- راوړه.
بیا یې راوښووه، چې دا لفظ یې د «احمد» او «محمد» په مانا لیکلی و، راته یې وویل: د مسیحیت عالمانو د حضرت محمد(ص) له راښکاره کېدو وړاندې ددې نامې په مانا کې څه اختلاف نه درلود او د حضرت(ص) تر راښکاره کېدو روسته یې اړونه وکړه.
د نصاراوو ددین په اړه مې وپوښت: ویې ویل: منسوخ دی او د ژغورنې لار، د محمد(ص) په لاروی کې نغښتې ده. ترې مې وپوښتل: ولې یې تاسې نه ښکاره کوئ؟
عذر یې وکړ، که ښکاره یې کړم، وژنې مې او…
روسته، موږ دواړو وژړل او له استاده مې چې کومه توښه اخستې وه، د اسلام بلاد ته ورمهاجر شوم[133].
ددې دوو کتابونو مطالعې د نوموړي قسیس د روحي ادلون بدلون لامل شو او تر اسلام راوړو روسته یې انیس الاعلام کتاب- چې په لرغوني او نویو عهد کې د نصاراوو د دین په بطلان او د اسلام په حقانیت کې څېړنه ده- ولیکه.
معاد
پر معاد ګروهه په دوو لارو ترلاسه کېږي:
– عقلي دلیل
– پر عقل ولاړ نقلي دلیل
عقلي دلیل
۱- هر عقلمن پوهېږي چې پوه او ناپوه، په اخلاقي ښېګڼو (لکه جود او کرم) پسوللی او په رذیلو اخلاقو (لکه بخل او کینه) اخته انسان، نېکچاري او بد چاري سره برابر نه دي او هر یوه ته یې د کړنو په تړاو بدله نه ورکول، ظلم دی.
بلخوا- لکه چې باید- په دې ژوند کې نېکچاري د خپلې نېکۍ او بدچاري د خپلې بدۍ سزا نه ویني او که د عقایدو، اخلاقو او کړنو په تړاو له حساب، ثواب او عذاب سره مل بل ژوندون نه وي ظلم دی؛ نوځکه الهي عدل ایجابوي چې حشر، نشر، حساب، ثواب او عذاب وي: (( أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ(ص- ۲۸): ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې كړي، د هغه چا په څېر كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي يا متقیان د بدچاريو په څېر كړو؟! ))
۲- متعال خدای حکیم دی، هسې په هسې او خوشې چارې نه کوي. انسان یې پنځولی او د نباتي او څارویز ژوند لپاره یې- لکه د شهوت او غضب جذب و دفع- پکې پر قواوو سربېره بله قوه هم پنځولې چې نوموړی علمي کمالاتو، اخلاقي فضایلو، رښتونو ویناوو او ښو کړنو ته وربولي. انسان کمالاتو ته په ور رسېدو کې پر یوې پولي نه تمېږي او د علم او قدرت هرې مرتبې ته چې ور و رسي،د اوچتې مرتبې تږی دی، الله تعالی انبیا علیهم السلام ددې فطرت روزنې ته رالېږلي، چې انسان د لایتناهي کمال مبدا ته ښیون کړي؛ که ژوند په دې دنیا کې د بنیادم په عمر پورې محدود وای؛ د دغسې یو فطرت شتون خوشې او دې فطرت ته د ښیون لپاره دانبیاوو رالېږنه عبث او چټي وه.
نو الهي حکمت ایجابوي چې د انسان ژوندون په مادي او څارویز ژوندون پای ته ونه رسي او د انسان ژوندون مطلوب کمال ته – چې پیدایښت ورته په نښه کړی- د ورسېدو لپاره وغځېږي:(( أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ(مؤمنون – ۱۱۵): ايا ګومان مو كاوه، چې عبث (چټي) مو پيدا كړي ياست او داچې زما لوري ته به نه راګرځول كېږئ؟!))
۳- دهر انسان فطرت حکم کوي چې باید هر حقوال ته یې حق ورکړای شي او له ظالمه د هر مظلوم حق (داد) واخستل شي او همدا فطرت، بشر- د هر مسلک او دین لاروي- د قضایي غونډالونو او د عدل و انصاف محاکمو (نیاوتونونو) جوړولو ته اړباسي.
او بلخوا څرګنده ده چې په دې ژوند کې، ډېری ظالمان په عزت او اقتدار ژوندتېروي او مظلومان د ظالمانو تر کوړو او ربړونې لاندې ساه ورکوي؛ نو د الله پاک حکمت، عزت او رحمت ایجابوي چې له ظالمانو د مظلومانو حق واخستل شي: ((وَلاَ تَحْسَبَنَّ اللّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الأَبْصَارُ (ابراهیم – ۴۲): ګومان مه كوه، چې الله د ظالمانو له كړنو ناخبره دى!( نه؛بلكې سزا) يې هغې ورځې ته ځنډوي، چې سترګې پكې (له ډېرې وېرې) ټېغې او رډې شي ؛))
۴- الهي حکمت تقاضاکوي چې انسان د پېدایښت موخې ته د ور رسېدو وزله او د خپل شتون ثمره چمتو کړي او دا هله شونې ده څه یې چې د نېکمرغۍ لامل دی امر پرې وکړي او له هغه څه نهې چې د بدمرغۍ لامل یې دی؛ البته د الهي سپارښتنو عملي کول- سره له دې چې د بنیادم د سرغړاندو هوسونو مخالفې دي- په خوف و رجا (ډار او هیله) سره کېدونې دي او خوف و رجا په بشارت و انذار (زېري او ګواښنګری) عملي کېږي او بشارت او انذار تر دنیوي ژوند روسته د ثواب و عذاب او بد مرغۍ و نېکمرغۍ د شتون غوښتنه ده، که نه بشارت او انذار به دروغ وي؛ خو خدای تعالی له قبح او بدۍ پاک دی.
نقلي دلیل
ټول اسماني ادیان پر معاد ګروهن دي او د دې ګروهې بنسټ او منشأ د پېغمبرانو روایات دي او روایات یې په وحې مستند دي او د پېغمبرانو عصمت (پاکلمني) او له تېروتنې د وحې خوندیتوب، پر معاد ایمان او ګروهه ایجابوي.
د معاد، حشر او نشر نمښتي (منکرین) د پېغمبرانو پر وړاندې بې له استبعاد (یو اړخیزتوب) ځنې نټې ته څه پلمه نه درلوده، چې څرنګه شونې ده، تر مرګ روسته ژوندي شوو او تر ورستېدو او خاورو کېدو روسته، دا مړې خورې ورې ذرې، یو له بل سره یو ځای او بیا ژواکي شي؛ له دې غافل دي چې ژوندي موجودات له خورو ورو مړ و اجزاوو جوړ شوي او کوم علم، قدرت او حکمت چې په ځانګړي تړښت او نظام د مړې مادې اجزاوې ژوندون ته مستعد او چمتو کوي او له غړیو او بېلابېلو قواوو سره د انسان په څېر یو ټولګه – بې له مخکېنی بېلګې- جوړوي، تر مړینې او خورو ورېدو روسته، دا ذرات – چېرې چې وي او هره بڼه یې خپله کړې وی د پوهې له چاپېریاله یې پټ نه دي – راټول کړي او په کوم قدرت یې چې بې بېلګې په لومړی ځل جوړ کړ، دویم ځل د لومړي کار په مخینه په اسانۍ جوړ کړي:
((قَالُوا أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَئِنَّا لَمَبْعُوثُونَ (مؤمنون – ۸۲): وايي:(( چې كله مړه او خاورې او (وراسته) هډوكي شوو؛ ايا هرومرو به بيا (ژوندي) راپاڅول كېږو؟ ))
((أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُم بَلَى وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ (یس- ۸۱): ايا چاچې اسمانونه او ځمكه پيدا كړل، د دوى (: خاورې شويو انسانانو) په څېر پيدا كولاى نشي؟! هو (كولاى يې شي) او هغه پوه پنځگر دى. ))
هغه قدرت چې له شنی ونې اور بلوي او په هر پسرلي کې مړه ځمکه ژوندی کوي؛ نو تر مرګ روسته له بیاژواکۍ بېوسې نه دی:
((الَّذِي جَعَلَ لَكُم مِّنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنتُم مِّنْهُ تُوقِدُونَ(یس- ۸۰): هغه چې له شنې ونې یې اور درپيدا كړى او د (اړتيا) پر مهال ترې اور بلوئ.)) ))
((اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ(حدید- ۱۷): پوه شئ، چې الله ځمكه تر خپلې مړینې روسته ژوندۍ كوي، په رښتيا موږ (خپلې) نښې په څرګنده درښوولي، ښايي له پوهې كار واخلئ. ))
هغه قدرت چې هره شپه په خوب د انسان د ادراک مشال مړ کوي او له بنیادمه خپل علم و اختیار اخلي، په مرګ تر مړ کولو روسته یې بیاځلي بلولای شي او هیر معلومات بیا وریاد کړي:
«لتموتن کما تنامون و لتبعثن کما تستیقظون: هرومرو مرئ البته هاغسې چې وېدېږئ او په یقین راپاڅېږئ البته هاغسې چې راویښېږئ[134]»
امامت (مشري)
پېغمبر ته د خلیفه د شتون په لزوم کې د عامو او خاصو تر منځ څه اړ پېچ نشته، اختلاف په دې کې دی چې آیا د پېغمبر د خلیفه خلافت په انتصاب دی یا په انتخاب.
عام وايي: د خدای تعالی او پېغمبر له لوري د ټاکنې اړتیا نشته، خلیفه د امت په ټاکنه ټاکل کېږي؛ خاص وايي یوازې د پېغمبر په نصب او ټاکنې- چې د خدای نصب او ټاکنه ده- ټاکل کېږي.
په دې اړپېچ کې منځګړی؛ عقل، کتاب او سنت دي.
الف: د عقل منځګړتوب
دلته په درېیو دلایلو بسیاینه کوو:
۱- که يو مخترع د ګرانبيه څېزونو يوه کارخانه جوړه کړي او له اختراع يې موخه د محصولاتو (يبرو) د توليد غځونه وي، داسې چې د مخترع په حضور، غيابو، او ژوند ومرګ کې نبايد کار تم شي او ددې توليداتو د لاس ته راوړو لپاره، د کارخانې په ماشينرۍ او کارونې کې يې داسې ظرافتونه او ځيرنې کارولې وي، چې بې د مخترغ له لارښوونې څوک پرې نه پوهېږي، ايا باورولای شو چې مخترع به د کارخانې پر رازونو او د مشينرۍ په چلولو پوه کس ونه ټاکي؟! او د کارخانې مهندس د خلکو ټاکنې ته ور پرېږدي چې د وزلو له پېژندنې او د ظرافتونو له کارونې ناخبره او پردی وي؟!
آيا د انساني ژوند په ګردو اړخونو کې دقت، ځيرنه، د پوهاويو ظرافت او الهي قوانين – چې د الهي کارخانې وزلې دي او محصول (يبره) يې د وجود (شتون) د خزانې خورا ارزښتمنه مرغلره ده؛ يعنې په معرفت الله او عبادت الله د انسانيت کمال، په عفت د انسان د شهواتو اوړېدنه، په مړانې د غوسې اوړېدل، فکر يې پر حکمت اوړېدل او د قسط و عدل له مخې د ټولنې جوړول ـ د هغه مخترع په اختراع کې تر کارېدلې ځيرنې، دقت او ظرافته لږ دی؟!
هغه کتاب [چې خدای تعالی يې په ستاينه کې ويلي دي:
((وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ (نحل – ۸۹): او موږ دا كتاب پر تا نازل كړى، چې د ټولو څيزونو څرګندوونكى دى او مسلمانانو ته لارښود، رحمت او زېرى دى. ))
((الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ(ابراهيم ـ ۱): الف، لام، را (دا) يو كتاب دى، چې موږ درلېږلی، چې خلك د دوى د پالونكي په توفیق او حکم (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو (د ايمان، عدل او پوهې) د رڼا پر لور د ستايل شوي ناماتي (الله) لارې ته راوباسې.))
(( وَمَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلاَّ لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُواْ فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (نحل ـ ۶۴): او موږ دا کتاب (= قرآن) پر تا ددې لپاره نازل كړى، چې اختلافي ټکي ورڅرګند كړې او ایمانوالو ته لارښود او رحمت وي.]
يو څرګندوونکی غواړي، څه چې د ا کتاب يې بيانوونکی دی راوسپړي او د بشر انديزې، اخلاقي او عملي تيارې ورته معلومې او رڼا ته يې راوباسي او انساني ډول چې په څه کې اختلاف لري حق ورته له باطله جلا کړي، چې ددې اختلافاتو پوله په مبدا او معاد کې د هستۍ (وجود) له ژورو مسايلو ځنې ده ـ چې د انديز و نابغو پام يې ځان ته را اړولی دی ـ لکه د دوو ښځو ترمنځ هغه اختلاف هوار کړي، چې ماشوم ته يې تی ورکړی او هر يوه يې ادعا لري چې مور يې ده.
ايا منلای شو چې د رسول اکرم (ص) تر وفات روسته په عمومي لارښوونې (ښيون)، انساني روزنې، د ستونزو وتلارې او د اختلافاتو په هواري کې ددې کتاب کارونه پای ته رسېدلي دي؟!
ايا خدای پاک او استازي يې دا قانون، ښوونه او روزنه بې مفسره، بې ښوونکي او بې روزنپوه خوشې کړه او د مفسر، ښوونکي او روزنپوه ټاکنه يې له علومو، معارفو، قوانينو او ددې کتاب پر احکامو ناخبرو خلکو ته ور پرېښووه؟!
۲- د انسان امامت او مشري؛ يعنې د انسان د عقل مشري؛ ځکه د بحث موضوع، د هغه چا امامت دی، چې د انسان امام دی او د انسان انسانيت په عقل او فکر يې دی. «د عامة الانسان العقل: عقل د انسان ستن ده.»[135]
د انسان د پنځون په غونډال کې د بدن قواوې او غړي د حواسو لارښوونې ته اړمنې دي او د حرکت اعصاب د حسي اعصابو پيلونې ته اړمن دي او په تېروتنه او سمښت (خطا او ثواب) کې د حواسو لارښود د بنيادم عقل دی، چې عقل هم محدود ادراک لري او خطا او هوی يې زيانمنوي، چې په دې توګه د پوره عقل لارښوونې ته اړمن دی، چې پر درد و درمل، د انسان د نيمګړتيا او کمال پر عواملو راچاپېره (او ترې باخبر وي) او له تېروتنې او هوی خوندي وي، چې په مشرۍ کې د انسان د عقل هدايت عملي شي؛ د دغسې پوره (او کامل) عقل د معرفت لار د خدای تعريف دی. په همدې پار د امامت د تصور انګېرنه، د خدای له لوري د امام د انتصابيتوب له تصديق څخه نه جلا کېږي.
۳- داچې د امامت مقام د الهي قوانينو د ساتنې، تفسير او عملي کولو مقام دی؛ نو په کوم دليل چې د الهي قانون د مبلغ عصمت (او پاکلمنتوب) لازم دی، ددې قانون د ساتندوی، مفسر او مجري عصمت هم لازم دی؛ او همدغسې چې په مبلغ کې تېروتنه او ځاني غوښتنه د بعثت موخه ـ چې هدايت دی ـ باطلوي؛ نو په مفسر او د قانون په مجري کې تېروتنه او له ځاني غوښتونو اغېزمني، د لار ورکۍ لامل دی؛ نوځکه د پاکلمني پېژندنه بې له الهي لارښوونې اسانه نه ده.
ب: د قرآن منځګړتوب
په لنډو، درېیو آیتونو ته اشاره کېږي:
لومړی آیت:
((وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ(سجده- ۲۴): او له دوى مو يو شمېر (په خپل دين كې) د زغم او زموږ پر آيتونو د باور له لامله لارښوونكي كړل، چې زموږ په حكم يې (خلكو ته) لارښوونه كوله. ))
هر ونه باید له آر، بېخ،ډډ، ښاخونو، جرړې او مېوې یې وپېژنو؛ د قرآن مجید په دې آیت کې د مشرۍ (امامت) د سپېڅلې ونې آر، بېخ، ډډ او ښاخونه څرګند شوي دي.
د مشرۍ آر؛ «صبر او پر الهي آیتونو یقین» دی او دا دوه کلمې، د انساني کمال اوچته مرتبه څرګندوي؛ یعنې امام (مشر) باید د عقلي کمال (پوره توب) له اړخ د متعال خدای پر آیتونو پوه او یقین ته رسېدلی وي او له ارادي اړخ نه د صبر مقام – د ځان کابو کونه او د الله پاک په اوامرو او نواهیو عمل کول- ته رسېدلی وي. او دا دواړه غونډلې (جملې) د امام د پوهې (علم) او پاکلمنتوب (عصمت) ښودونکي دي.
او د امامت ښاخ (فرع) د الله (ج) په امر ښیون (هدایت) دی او په الهي امر ښیون د عالمِ خلق ( مخلوق) او عالمِ امر (خالق) تر منځ د امام وساطت (منځګرتوب) زبادوي او خپله دا فرع چې له آره (بېخه) راولاړه شوې د امام د پوهې او پاکلمنی ښکارندوی ده.
دا سپېڅلې ونه یوازې د متعال خدای د قدرت په لاسونو روزل کېږي؛ نوځکه یې ویلي:((وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ(سجده – ۲۴): او له دوى مو يو شمېر (په خپل دين كې) د زغم او زموږ پر آيتونو د باور له لامله لارښوونكي كړل، چې زموږ په حكم يې (خلكو ته) لارښوونه كوله. ))
دویم آیت: ((وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ(بقره- ۱۲۴): او (درياد كړئ) چې كله خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل: (( په رښتینه کې زه دې د خلكو امام او مشر ټاكم.)) [ابراهيم] عرض وكړ: ((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه.) )) [خداى] ورته وويل:(( ظالمانو ته مې ژمنه نه وررسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي ) )). ))
امامت هغه مقام دی چې حضرت ابراهیم(ع) تر سختو ازمېښتونو – لکه په وچ ډاګ کې د خپلې مېرمنې او زوی پرېښوول، قربانۍ ته د اسماعیل چمتو کول او د نمرود په اور کې سوځېدو- او د نبوت، رسالت او خلت (دوستۍ) د مراتبو له وهلو روسته، دې مقام ته ورسېد، متعال خدای وویل: «انی جاعلک للناس اماما»؛ ددې مقام عظمت یې پام دومره راواړو، چې خپل ځوځات ته یې هم وغوښت،خدای وویل: «لا ینال عهد الظالمین»
په دې غونډله کې امامت (مشري) د متعال الله په ژمنه تعبیر شوی، چې بې د عصمت له مقامه څوک ور رسېدای نشي. شک نشته چې ابراهیم(ع) امامت خپل عام ځوځات ته ونه غوښت؛ ځکه ناشونې ده چې خلیل الله د انسانیت مشري له عادل خدایه یو ناعادله ته وغواړي او داچې خپل عادل ځوځات ته یې وغوښت؛ نو دا غوښتنه هغه عادل انسان رانغاړي چې په تېرو کې یې هم ظلم کړی نه وی؛ نوځکه د پالونکي له ځوابه مطلب دا و، چې دا دعا د هغه چا په باب چې ظلم یې کړی وي، قبوله نه ده؛ بلکې مطلق امامت د عقل او شرع په حکم په پاکۍ او مطلق عصمت پورې مشروط دی.
درېیم آیت:
((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ (نساء- ۵۹): مؤمنانو! له الله، استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ))
په دې آیت کې، اولو الامر پر رسول ور عطف شوی، که څه عطف د «اطیعو ا» د بیاځلي په قوت کې دی؛ خو په دواړو کې په یوه «اطیعوا» بسیاینه، ښيي چې د اولی الامر د اطاعت وجوب د رسول اکرم(ص) د اطاعت له وجوب سره، له یوه حقیقته دی او د رسول د اطاعت په څېر – په وجوب کې بې قید و شرطه او په واجب کې بې بریده- لازم دی؛او دغسې یو وجوب بې د ولی امر له عصمته ناشونی دی؛ ځکه د هرکس اطاعت په دې پورې مقید دی چې حکم به یې د خدای له حکم سره په مخالفت کې نه وي، او په دې پار چې دعصمت په تقاضا د معصوم فرمان، د خدای د فرمان مخالف نه دی؛ نو د اطاعت وجوب یې په کوم قید پورې مقید نه دی.
په دې منښته چې امامت، ددین په درېدو او د ملت د حوزې په ساتنه کې د رسول خلافت دی،داسې چې لاروي یې پرټول امت واجب ده[136]او د «ان الله یامر بالعدل و الاحسان[137] » او «یامر هم بالمعروف و ینها عن المنکر[138]» په غوښتنه که ولی امر (چارواکی) پاکلمنی (معصوم) نه وي؛ نو مطلق اطاعت یې، په ظلم او منکر د خدای د امر او له عدل او نېکیو د خدای د نهې غوښتونکی دی. (یعنې خدای په ظلم او بدیو امر کوي او له عدل او نېکیو نهې کوي)
پردې سربېره، که چارواکی (ولی امر) معصوم نه وي، شونې ده چې فرمان یې د الله او رسول د فرمان پر خلاف وي، چې په دې حال کې د خدای او پېغمبر پر اطاعت امر به، د چارواکي د اطاعت له امر سره، په ټکر کې وي او دا محال ده.
پایله داچې: بې قید و شرطه د اولی الامر په اطاعت امر،د خدای او رسول له امره د دوی د امر په نه سرغړونې دلیل دی. او دا په خپله د ولی امر دعصمت شاهد دی او د معصوم ټاکنه یوازې د « عالم السر والخفیات» له لوري شونې ده.
ج: د سنتو منځګړتوب
د رسول له سنتو لاروي، د عقل د ادراک تقاضا او غوښتنه ده، چې له معصوم ځنې لاروي لازمه ده او هم د کتاب الله د حکم له مخې: ((وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا (حشر- ۷): او څه چې د (الله) استازي درکړي، وا يې خلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛ نو ډډه ترې وكړئ»
له سنتو په یوه حدیث بسیاینه کېږي چې سموالی یې مسلم او د خدای په حکم یې منل واجب دي او دا حدیث عامو او خاصو له رسول اکرم(ص) روایت کړی او منښته یې کړې چې رسول اکرم(ص) ویلي دي، که څه په ګڼو لارو روایت شوی؛ خو له یوې زباد شوې سمې لارې روایتېږي او دا د حضرت زید بن ارقم(رض) روایت دی:
قال: لما رجع رسول الله(ص) من حجة الوداع ونزل غدیرخم امر بدوحات فقممن، فقال: کانی قد دعیت فاجبت، انی قد ترکت فیکم الثقلین احدهما اکبر من الاخر کتاب الله و عترتی فانظروا کیف تخلفونی فیهما، فانهما لن یتفرقا حتی یردا علی الحوض ثم قال ان الله عزوجل مولای و انا مولی کل مؤمن، ثم اخذ بید علی رضی الله عنه فقال من کنت مولاه فهذا ولیه اللهم وال من والاه ومن عاد عاداه، و ذکر الحدیث بطوله[139]
د حدیث ژباړه: « زید بن ارقم وویل: هغه مهال چې رسول اکرم(ص) له حجة الوداع راستون او د خم غدیر (ډند) ته ورسېد، امر یې وکړ چې سیوري جوړ کړئ، همداسې وشول، نو ویې ویل: ته وا لکه چې بلل شوی یم او بلنه مې منلې ده، په یقین په تاسې کې مې دوه درانه څېزونه پرېښوول، له دوی یو یې له بله ستر دی، کتاب الله او خپل عترت (ځوځات) مې؛ نو ووینئ چې تر ما روسته څنګه ورسره چلېږئ، نو په یقین دا دواړه یو له بله نه بېلېږي، چې (کوثر) حوض ته راته راشي، روسته یې وویل: په یقین عزوجل خدای مې مولا دی او زه د هر مؤمن مولا یم، بیا یې علي له لاسه وینو، ویې ویل: د چاچې مولایم ؛نو دا یې «ولي» دی، لویه خدایه، هغه ښه وګڼه چې دا ښه ګڼي او هغه دښمن وبوله، چې دا دښمن وګڼي»
د رسول اکرم(ص) له نظره د امت د مشرۍ (امامت) اهمیت تردې حده و، چې نه یوازې له حجة الوداع نه په راستنېدا کې، بلکې په بېلابېلو وختونو، ان په مرګوني ناروغۍ کې چې اصحاب یې په کوټه راټول شوی وو، په کتاب او عترت یې وصیت وکړ. په ځینو کې د:«انی قد ترکت فیکم الثقلین»(احمد، مسند، درېیم ټوک، ۲۶ مخ) په ځینو کې د: «انی تارک فیکم خلیفتین»(احمد، مسند،۵ ټوک،۸۱ او ۱۸۹ مخونه) په ځینو کې د:«انی تارک فیکم الثقلین«( احمد، مسند، ۴ ټوک،۳۱۷ مخ) په ځینو کې د: «لن یفترقا»( الطبقات الکبری، ۲ ټوک، ۱۹۴ مخ)، په ځینو کې د:«لن یتفرقا»( احمد، مسند،۵ ټوک،۸۲ مخ)، په ځینو کې د:«لاتقدموا هما فتهلکوا ولا تعلموهما فانهما عالم منکم»(الدرالمنثور، ۲ ټوک،۶۰ مخ) او په ځینو کې د:«انی تارک فیکم امرین لن تضلوا ان اتبعتموهما»(المستدرک الصحیحین، ۳ ټوک،۱۱۰ مخ) غونډلې راغلي دي.
د رسول اکرم(ص) په کلام کې ټولو ټکیو ته اشاره نه شو کړای؛ خو څو ټکیو ته یې اشاره کېږي:
۱- د « انی قد ترکت» غونډله ددې څرګندوونکې ده، چې کتاب الله او عترت (نبوي ځوځات: اهل البیت)، یوه ترکه او میراث دی چې له آنحضرت(ص) امت ته پاتې دی؛ ځکه امت ته د پېغمبر تړاو لکه د زوی پلار ته؛ داچې انسان تنه او روح لري، چې تنې ته د روح تړاو لکه لفظ ته د مانا او پوټکی ته د زڼي دی او انسان ته قواوی او جسماني غړي د جسماني پلار له لارې ور اضافه شوي او د پېغمبر له لارې- چې د انسان روحاني پلار دی- د حق عقایدو، اخلاقي ښېګڼو او صالح کړو وړو روحاني قواوې او غړي ورپېرزو شوي دي.
لکه چې څنګه زڼی له پوټکي سره، مانا له لفظ سره او مرغلره له سېپۍ سره د پرتلنې وړ نه ده، دغسې د روحاني سیرت او عقلاني صورت د افاضې وزله، د مادي صورت او جسماني بڼې د افاضې له وزلې سره د پرتلنې نه ده.
دغسې پلار د «کانی قد دعیت فاجبت» په غونډله د خپل وفات خبر ورکوي او خپل اولاد ته میراث او ترکه ټاکي، چې امت ته مې پاتوړي دوه څېزونه دي: «کتاب الله و عترتي».
کتاب له امت سره د الله اړیکه او عترت له امت سره د پېغمبر اړیکه ده؛ له کتاب سره د اړیکې پرېکون له الله سره د اړیکې پرېکون دی او له عترت (نبوي کورنۍ) سره پرېکون له پېغمبر سره د اړیکې پرېکون دی او له رسول الله سره د اړیکې پرېکون له الله تعالی سره د اړیکې پرېکون دی.
اضافه خاصیت داچې مضاف له مضاف اله حیثیت ترلاسه کوي او که څه هم پر الله د کتاب اضافه والي او پر خاتم پېغمبر – چې د هستۍ ړومبی وګړی دی- د عترت وراضافتوب، د کتاب او عترت مقام او منزلت څرګندوي؛ خو د مطلب د اهمیت له پلوه، حضرت(ص) دواړه (کتاب او عترت) په ثقلینو یادوي، چې دواړه د پېغمبر د پاتې شونیو درنښت او ارزښتمنی راښيي. د قرآن مانیز تلل د عقولو له کچې اوچته ده؛ ځکه قرآن مخلوق ته د خالق ځلا ده او د قرآن د عظمت پاملرنې ته دا څو آیتونه کافي دي:
((يس.وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ. (یس- ۱، ۲): يا،سين. او پر قرآن حكيم قسم. ))
((ق وَالْقُرْآنِ الْمَجِيدِ(ق- ۱): قاف. پر بادبدبه قرآن قسم (چې ستا نبوت او قيامت حق دى)! ))
((إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيمٌ.فِي كِتَابٍ مَّكْنُونٍ.لَّا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ (واقعه- ۷۷، ۷۸او ۷۹): بېشکه چې دا (قرآن) عزتمن لوستونى دى، (د الهي علم) په پټ کتاب کې، چې يوازې پاکان لاس وروړاى (او پرې پوهېداى) شي.))
((لَوْ أَنزَلْنَا هَذَا الْقُرْآنَ عَلَى جَبَلٍ لَّرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ(حشر- ۱): كه موږ دا قرآن پر كوم غره نازل كړى واى، بېشکه هغه به دې د الله له وېرې وېرجن ټوټه ټوټه كېدونکى لیدلی واى! او دا بېلگې خلكو ته وايو، ښايي (پر خپل حالت) غور وكړي. ))
په کوم صفت چې قرآن یادېږي، په همدې د عترت یادول ددې څرګندوونکې ده، چې عترت د رسول الله په کلام کې، د قران عِدل (ساری او هم وزن) او د وحې شریک دی.
د خاتم پېغمبر – چې د حقیقت تله ده- په وینا کې له قرآن سره د عترت هموزني هله شونې ده چې عترت په: «تبینا لکل شی[140]» کې دعلم شریک او په « لا یاتیه البطل من بین یدیه ولا من خلفه[141]» کې د قرآن د عصمت (پاکلمنتوب) شریک وي.
۲- د «فانهما لن یتفرقا» غونډله د قرآن او عترت له جوړې څخه نه بېلتون راښيي، چې یوله بله نه بېلېدوني دي؛ ځکه قرآن یو کتاب دی چې ګردو بشري وګړیو ته- چې بېلابېل ظرفیتونه او وړتیاوې لري- نازل شوی، عوامو ته یې عبارات، پوهانو ته یې اشارې، اولیاوو ته یې لطایف او حقایق یې انبیاوو (علیهم السلام) ته دي او خورا ټیټ بشري وګړي- چې ټوله هڅه یې د مادي اړتیاوو ترلاسه کول دي- تر اوچتترینو وګړیو- چې روحي اندېښمني یې یوازې په الله یادولو لرې کېږي او اسماء الحسنی او… یې ورکه ده- باید له لارښوونو یې برخمن شي.
او دا کتاب د هغه لمر په څېر دی چې سړیچن پرې خپل ځان تودوې، بزګر پرې خپله کرنه پالي، د طبیعي علومو پوهان یې وړانګه تجزیه کوي او د کانونو په تشخیص او د نباتاتو په روزنې کې یې اغېزې کاروي او…..
دغسې یو کتاب چې د ګردو بشري وګړیو لپاره دی او په دنیا، برزخ او آخرت کې د انسانیت ټولې اړتیاوې ورپوره کوي، یو ښوونکی (معلم) لازم لري چې دا هر څه وپېژني؛ ځکه طب بې طبیبه، علم بې ښوونکي او قانون – په تېره الهي قانون چې د معاش و معاد تنظېمولو لپاره دی- بې مفسره، نیمګړی دی او له: « الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ [142]»سره اړخ نه لګوي او ددې کتاب د نزول له موخو سره یې ټکر راځي او له: « وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ [143]»سره نه یوځای کېږي؛ او له حکیم او کامل علی الاطلاق خدای څخه د نیمګړي دین تشریع قبیح (بده) او د موخې نیمګړتیامحاله ده؛ نوځکه یې وویل: «لن یتفرقا».
۳- په بل روایت کې یې وویل: «یا ایهاالناس انی تارک فیکم امرین لن تضلوا ان اتبعتموهما»؛ لکه چې څنګه په تېرو مباحثو کې اشاره ورته وشوه، د انسان هدایت د ده د پیدایښت د ځانګړنو له اړخ نه د ابدي نېکمرغۍ او لار ور کي یې د ابدي بدمرغی لامل دی؛ ځکه انسان د نړۍ د موجوداتو نچوړ او ځوښا ده او دنیوي، برزخي، اخروي، ملکي او ملکوتي موجود دی، په عالم خلق و امر پورې پېیلی او پاینې او نه فنا ته یو مخلوق دی؛ او دغسې یو ښیون یوازې د الهي وحې په ښوونې او روزنې- چې له تیارو سپېڅلې رڼا ته راوتل دي- شونې ده: « قَد جَاءكُم مِّنَ اللّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ » (مائده – ۱۵: په یقین د خدای له لوري یوه رڼا او څرګندونکی کتاب ورغی) نوځکه د تړاو، تناسب او سنخیت د قانون له مخې، ښوونکی یې هم باید له تېروتنو او ځاني غوښتنو پاکلمنی (معصوم) وي او داچې پردې هدایت او معصوم لارښود منګولې لګول، بشر له اندېزو، اخلاقي او عملي لار ورکیوېیمه کېږي، ویې ویل: «لن تضلوا ان اتبعتموهما».
۴- او د:« ولا تعلموهما فانهما اعلم منکم» په غونډله کې د الصواعق المحرقه (۱۱۵ مخ) د کتاب خاوند په وینا بساینه کېږي چې وايي« و تمیزوا بذلک عن بقیة العلماء، لان الله اذهب عنهم الرجس و طهرهم تطهیرا» تردې چې وايي: «ثم احق من یتمسک به منهم امامهم و عالمهم علی بن ابی طالب کرم الله وجهه لما قدمناه من مزید علمه و دقائق مستنبطاته و من ثم قال ابوبکر علی عترة رسول الله ای الذین حث علی التمسک بهم، فخصه لما قلنا، و کذلک خصه(ص) بما مر یوم غدیر خم»
ژباړه: « له نورو عالمانو ځنې پر کتاب الله او نبوي سنتو د آنحضرت (ص) د عترت پوهان ځانګړي شول، په دې علت چې چټلي یې ترې مینځلې او په ځانګړې سپېڅلتیا یې پاک کړي دي [ تردې چې وايي:] له دې عترته خورا وړ، چې لاروي ترې کېږي. امام یې او عالم یې علی بن ابی طالب دی، په دې پار چې مخکې مو وویل، علم یې ډېر او دقیق استنباطات او سپړنې لري، نوځکه ابوبکر وویل: علي د رسول الله عترت دی،یعنې هغه چې رسول الله یې په لاروی ټینګار کړی دی؛ نو مې د ویل شویو څیزونو په پار «علي» ځانګړی شوی او همدغسې د هغه څه په پار ځانګړی شوی چې د خم غدیر پر ورځې تېر شول».
دې تصدیق ته په پاملرنې چې علي(ک) تر نورو عالمانو د تطهیر آیت په پار- چې ددې آیت له مخې له مطلقې چټلۍ پاک شوی- ځانګړی شوی او پردې منښته چې پېغمبر اکرم (ص)، علي (ک) د ټول امت اعلم ګڼلی او خدای هم وايي:
(( قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ(زمر- ۹): ووايه: ((ايا پوهان او ناپوهان سره برابر دي؟! (هېڅکله نه) يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.))
(( أَفَمَن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لاَّ يَهِدِّيَ إِلاَّ أَن يُهْدَى فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ(یونس- ۳۵): ايا څوك چې د حق لوري ته لار ښيي، د لاروۍ وړ دى يا هغه چې په خپله لار نه مومي؛خو داچې لار ور وښوول شي ؟!؛ نو پر تاسې څه شوي،څرنګه پرېكړې كوئ ؟ ))
او د:«انی تارک فیکم امرین لن تضلوا ان اتبعتموهما و هما کتاب الله و اهل بیتی عترتي» دسموالی پر منښتۍ، ټول امت له لارو کۍ نه د ژغورنې لپاره د علي په پلیونی موظف دي؛ نوځکه پر ټولو غاړه خلاصه شوه، چې بې استثنا ټول د علي(ک) لاروي وکړي.
(انعام – ۱۴۹: « قُلْ فَلِلّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ: ووایه؛ نو څرګند حجت د خدای لپاره دی.»
۵- رسول الله(ص) د علي(ک) لاس ونیو او معرفي یې کړ، چې په خم عدیر کې تر سترې وینا روسته مصداق هم وټاکي، چې هیچا ته شبهه او شک پاتې نشي او څرګنده یې کړه چې دا هماغه له قرآن څخه نه جلا کېدونی ثقل دی او عصمت یې د امت د ښیون ضامن دی او لکه چې څنګه پېغمبر(ص) د ګردو مؤمنانو مولا دی،همدغه مولویت علي(ک) ته هم ثابت دی:
((إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ(مائده-۵۵): ستاسې ولي او پالندوى خو يوازې الله، استازی یې او هغه مؤمنان دي، چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي.))
که څه د عامه و د خلافت او امامت په مساله کې د عقل،کتاب او سنتو منځګړتوب، د خاصه و امامت هم څرګندوي او کومې ځانګړنې چې په امام کې لازمې وي مصداق یې یوازې او یوازې په پاکلمنو امامانو کې موندل کېږي؛ خو د غاړې خلاصونې په پامنیوي– د ثقلینو پر حدیث سربېره- د سید الوصیین امیر المؤمنین علي(ک) په باب څو نور احادیث، چې سموالی یې اهل حدیث ته جوت دی، یادوو:
* لومړی حدیث:
عن ابی ذر رضی الله عنه قال: قال رسول الله (ص): من اطاعنی فقد اطاع ومن عصاني فقد و عصی الله و من اطاع علیا فقد اطاعنی و من عصی علیا فقد عصاني[144].
ژباړه: « څوک مې چې اطاعت وکړي؛ نو په یقین د الله اطاعت یې کړی او څوک چې سرغړونه رانه وکړي؛ نو په یقین د الله سرغړونه یې کړې او څوک چې د علي اطاعت وکړي؛نو په یقین زما اطاعت یې کړی او څوک چې د علي سرغړونه وکړي؛ نو په یقین زما سرغړونه یې کړې ده».
په دې حدیث کې چې سموالی یې د عامه و مشرانو تصدیق کړی، د رسول(ص) د وینا په حکم ـ چې خدای یې په قرآن کې د وینا عصمت بیان کړی او عقلي دلیل هم پرې ولاړ دی- د علي (ک) اطاعت او سرغړونه د پېغمبر(ص) اطاعت او سرغړونه او د پېغمبر اطاعت او سرغړونه یې د خدای تعالی اطاعت او سرغړونه ګڼل شوې ده.
دې ته په پامنیوي چې اطاعت او سرغړونه د «امر و نهې» په باب ده او د «امر و نهې» منشأ» اراده او کراهت، دی؛ نوځکه ناشونې ده چې د علي اطاعت او سرغړونه وي؛ خو داچې د علي(ک) اراده او کراهت د الله تعالی د ارادې او کراهت ښکارندوی وي.
د چا چې اراده او کراهت د الله تعالی د ارادې او کراهت ښکارندوی وي، باید د عصمت مقام ته رسېدلی وي، چې رضا او غوسه یې د الله تعالی رضا او غوسه وي او د «من» کلمې په عمومي تقاضا، څوک چې د الله تعالی او پېغمبر د اطاعت په کړی کې دی، باید سر د علي(ک) د فرمان پر لیکه کېدي، که نه د الله او رسول الله سرغړونه یې کړې ده، ((وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا (احزاب- ۳۶): او څوك چې له الله او استازي یې سرغړونه وکړي؛ نو هرومرو پر څرګند بېلارېتوب اخته شوى دى. ))
((وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا(جن- ۲۳): او څوك چې د الله او د استازي حكم ته یې غاړه كېنږدي؛ نو په رښتینه كې هغه ته د دوزخ اور دى، چې تل تر تله به پكې وسي!)) ))
او څوک چې د علي(ک) اطاعت وکړي د الله او رسول الله اطاعت یې کړی. ((وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ (نساء- ۱۳): او څوك چې د الله او رسول حکم ته یې غاړه کېدي، الله يې د جنت باغونو ته وربیایي ))
((وَمَن يُطِعْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا( احزاب- ۷۱): او چا چې د الله او استازي یې ومنله؛ نو په يقين، ستره بريا يې تر لاسه كړې ده.))
((وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم (نساء- ۶۹): او څوك چې د الله او استازي اطاعت وكړي (د قيامت پر ورځ به) د هغو خلكو ملګرى وي، چې الله پرې نعمت لورولى دى))
دویم حدیث:
ان رسول الله (ص) خرج الی تبوک و استخلف علیا فقال اتخلفنی فی الصبیان و النساء قال الا ترضی ان تکون منی بمنزلة هارون من موسی الا انه لیس نبي بعدي
صحیح بخاري، د تبوک غزاباب، ۵ټ، ۱۲۹مخ: رسول الله د تبوک غزا ته ولاړ او علي یې خپل خلیفه کړ،علي وویل: ایا زه دې په بچیانو او ښځو کې پر خپل ځای پرېښودم؟ ویې ویل: ایا خوښ (راضي) نه یې چې مقام دې راته لکه د هارون چې موسی ته و؛ خو (په دومره توپیر چې) تر ما روسته بل پېغمبر نشته[145].
دا روایت د عامه و په صحاحو او مسانیدو کې راغلی او یو شمېر مشران یې پر سموالي یوه خوله دي، چې د وینا بېلګه یې داده: « هذا حدیث متفق علی صحته رواه الائمه الحفاظ، کابی عبدالله البخاري فی صحیحه، مسلم ابن الحجاج فی صحیحه، و ابی داود فی سننه،و ابی عیسن الترمذي فی جامعه،و ابی عبدالرحمن النسائي فی سننه، و ابن ماجة القزویني فی سننه، و اتفق الجمیع علی صحته حتی صار ذلک اجماعا منهم،قال الحاکم النیسابوری هذا حدیث دخل فی حد التواتر[146]»
دا روایت د عمومو په تقاضا، هارون(ع) چې موسی(ع) ته هر مقام او منزلت درلود، علي ته یې د پېغمبر(ص) په اړه زبادوي او د نبوت د مقام استثنا، د دې عمومي منزلت ټینګار دی.
په قرآن مجید کې موسی(ع) ته د هارون(ع) مقام دغسې بیان شوی: ((وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي.هَارُونَ أَخِي.اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي.وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي[147]:او له خپلې کورنۍ یو وزیر (مرستیال) راوټاکه، هارون چې مې رور دی، ملا مې پرې ټینګه کړه؛ او هغه مې په کار کې برخوال کړه».
((وَقَالَ مُوسَى لأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلاَ تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ (اعراف- ۱۴۲: او موسی خپل رور ته وویل: په قوم کې مې زما ځایناستی وسه، سمونپالې هڅې کوه او د مفسدانو لار مه خپلوه.))
او دا مقام په پنځو چارو کې رالنډ شوی دی:
۱- وزارت: وزیر ته د امیر د مسوولیت دروند پېټی ورتر غاړې او د عملي کولو یې ژمن دی او د علی(ک) دا مقام نه یوازې په منزلت حدیث؛ بلکې د عامه و په حدیثي او تفسیري کتابونو کې هم راغلی دی[148].
۲- اخوت او روري:
هارون(ع) د موسی(ع) نسبي رور و؛ خو رسول الله(ص) علي(ک) ته دا مقام د رورۍ په تړون عملي کړ، په دې باب د عامه و او خاصه و ډېر روایات دي، چې په یوه یې بسیاینه کېږي: حضرت عبدالله بن عمر وویل:چې پېغمبر(ص) مدینې ته راغی د اصحابو تر منځ یې روري رادبره کړه؛ نو علي ژړغونی راغی، ویې ویل: یار سول الله خپل اصحاب دې سره روڼه کړل او زه دې له چا سره رور نه کړم، ویې ویل: « یا علی انت اخی فی الدنیا والاخره: یا علي! ته مې په دنیا او آخرت کې رور یې[149]»
دا روري ښکاره کوي چې د «انما المؤمنون اخوة: په حقیقت مؤمنان سره روڼه دي» آیت (حجرات- ۱۰) د نزول پر مهال د حضرت علي(ک) مقام تر هر مؤمن اوچت و؛ ځکه د عامه و او خاصه و د لاسوندونو له مخې حضرت رسول(ص) د اصحابو تر منځ د دوی د مقامونو له مخې روري جوړه کړه؛ لکه د حضراتو ابوبکر او عمر، عثمان او عبدالرحمن، ابی عبیده وسعد بن معاذاو…….. تر منځونو[150] او حضرت علي (ک) یې خپل رور وټاکه؛ نوځکه علي(ک) څنګه په بنیادمو کې د لوړې مربتې خاوند نه وي، چې حضرت رسول(ص) په دنیا او آخرت کې په رورۍ څرګندنه ورسره کړې ده!
داروري څرګندوي چې د حضرت علي(ک) او حضرت رسول (ص) تر منځ روحي، عملي او اخلاقي ورته والی د حضرت خاتم(ص) د درجې مستوا ته رسېدلی دی، «و لکل درجات مما عملوا[151]» او په دنیا او آخرت کې درجې د انسان د هڅو له مخې دي. « ونضع الموازین القسط لیوم القیامة فلا تظلم نفس شئیاٌ[152]» او متعال خدای د هغه جهاد په باب خورا عالم دی، چې علي ابن ابیطالب د متعال پالونکي په اړه وکړ او تردې چې له هغه سره په «دارالقرار» کې مقام ته ورسېد چې خدای تعالی یې په شان کې وايي: «عسی ان یبعثک ربک مقاما محمودا[153]» له د ې مقام او درجې، بې د رسول الله (ص) له تعبیره بل تعبیر نشو کړای چې ویلي یې دي: « انت اخی فی الدنیا و الاخرة». علي(ک) تر عبودیت روسته په دې اخوت (روری) ویاړن شو، لکه چې خپله وايي: «انا عبدالله و اخی رسوله[154]»، زه د خدای بنده او د رسول رور یم او د شورا پر ورځ یې وویل: « ایا په تاسې کې څوک شته چې بې له ما، رسول الله خپل رور کړی وي[155]»
۳- د ملا مزبوتول
په احادیثو کې راغلي چې حضرت رسول(ص) له خدای تعالی وغوښتل چې په علي(ک) یې ملا مضبوطه کړي او الله (ج) یې دعا قبوله کړه.
شک نشته چې د خاتمیت د رسالت درنې دندې له خورا سترو مسوولیتونو ځنې دي، چې الله پاک خاتم رسول- چې د انبییاوو او مرسلینو ملاتړی دی – ته ور تر غاړې کړي دي[156].
ددې پازوالۍ تر منلو روسته، حضرت (ص) له خدایه وغوښتل چې مټ او ملا یې د علي په زور او قوت ټینګه کړي او خدای یې دعا د موسی(ع) د دعا په څېر قبوله کړه: « سنشد عضدک باخیک[157]»
دا دعا او قبلېدل یې ددې ښودونکې ده، چې د رسالت ترسره کول، بې د علي بن ابی طالب له لاسونو او خولې – چې په الهي قدرت قاهر او په خدایي حکمت ناطق دی- شونی نه و.
ایا معقوله ده، چې له رسول اکرم(ص) روسته امت ته بې له هغه ملاتړی وي، چې د حضرت رسول(ص) ملاتړی و؟! او آیا شونې ده چې امت بې له هغه مټ او ملاتړی خپل کړي چې د رسول اکرم(ص) مټ او ملاتړی و؟
۴- د چارو سمونه
((وَقَالَ مُوسَى لأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ ( اعراف – ۱۴۲): او موسى (د تلو پر وخت) خپل رور هارون ته وويل:(( په قوم كې مې ځايناستى وسه او(چارې يې) سمې کړه.)) ))
موسی(ع) خپل رور، هارون(ع) ته وویل: زما په قوم کې ځایناستی مې وسه او چارې یې ورسمې کړه.
لکه چې څنګه هارون(ع) د موسی(ع) د قوم سمونپال او د امت په سمونه کې د موسی(ع) ځایناستی و؛ نو دغسې د رسول په امت کې دا مقام او منزلت، د علي لپاره دی، او په مطلقې وینا سمونه، د هغه چا شان دی، چې خپله په مطلقې او پوره سمونې متصف او ستایل شوی وي، نه د هرې مرتبې په مطلقې سمونې، چې په قرآن مجید کې حضرت یحیی « وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ [158]»او حضرت عیسی « وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلاً وَمِنَ الصَّالِحِينَ [159]» پرې یاد شوي دي
۵- په چارو کې ګډون
لکه چې څنګه هارون(ع) د موسی(ع) د کار شریکوال و، دا مقام ددې حدیث په تقاضا- بې له نبوته- علي(ک) ته زباد شو. د پېغمبراکرم(ص) له چارو د هغه کتاب ښوونه ده چې د هرڅه بیان او څرګندنه پکې شوې د ه او د هغه حکمت زده کړه ده چې خدای تعالی یې په باب وايي:
((يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ(بقره- ۲۶۹): چا ته چې وغواړي حکمت ورکوي او چاته چې حکمت ورکړای شي، په یقین ډېر خیر ورکړای شوی دی.))
((وَأَنزَلَ اللّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا( نساء- ۱۱۳: او الله کتاب او حکمت درباندې نازل کړ او هغه څه یې در وښوول چې پرې نه پوهېدې او الله ډېره ستره لورنه درباندې ده.))
شک نشته، کتاب او حکمت چې پر خاتم پېغمبر(ص) نازل شوی، ټول هغه څه رانغاړي، چې پر ګردو پېغمبرانو او رسولانو نازل شوي او بلکې ورزیات پرې، زیاتوالی یې د عامه نبوت، خاتمیه رسالت، ټولو پېغمبرانو ته یې امامت او د پالونکي پر ګردو مخلوقاتو یې د ښاغلیتوب او غوراوي په پار.
د حضرت نبي اکرم(ص) له چارو د خلکو د اختلافي چارو هواری او ترمنځ یې منځګړیتوب دی:
((لِيُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي يَخْتَلِفُونَ فِيهِ: (نحل- ۳۹: دا ځکه هغه څه ورڅرګند کړي چې پکې یې اختلاف کاوه. ))
نساء/ ۱۰۵:(( انا انزلنا الیک الکتاب الحق لتحکم بین الناس بما اراک الله؛ دا پر حقیقت ولاړ کتاب مو درنازل کړ او لکه چې څنګه الله درښوولي، هماغسې د خلکو تر منځ قضاوت وکړه.))
او د آنحضرت(ص) له چارو دادی چې تر خپله مؤمنینو پر همدوی خورا وړ دی؛ نو علي(ک) د هغه په چار کې شریک د ی چې د تکوین او تشریع په نظام کې چارواکی (ولی امر) دی.
خلافت
لکه چې څنګه هارون(ع) د موسی(ع) خلیفه و؛ نو ددې حدیث په غوښتنه د علي(ک) بلافصل خلافت زبادېږي.
خلیفه (ځایناستی)، د هغه چا تنزیلی شتون دی چې د نوموړي پر ځای کېني او په نشتون کې یې ځای ډکوي.
د خاتم انبیا(ص) ځایناستی، د هر یوه پېغمبر له ځایناستي؛ بلکې د ګردو پېغمبرانو له ځایناستو سره د پرتلنې وړ نه دی؛ ځکه نوموړی د هغه چا ځایناستی دی چې ګرد انبیا(ع) یې له آدم(ع) تر عیسي بن مریم(ع) پورې تر توغ لاندې دي او څنګه د عرش سپوری د عرش له مادون/ پرته سیوری سره پرتله کولای شو.
هو، هارون(ع) د موسی(ع) خلیفه و او د هغه چا خلیفه و، چې خدای تعالی یې په شان کې وايي: ((وَنَادَيْنَاهُ مِن جَانِبِ الطُّورِ الْأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا[160])) ؛ خو علي بن ابی طالب د خاتم النبیین (ص) خلیفه او د هغه ځایناستی دی چې متعال خدای يې په اړه وايي: ((ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى.فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَى[161].))
له ابان احمر نه په سم روایت کې راغلي، چې امام صادق(رح) وویل:
«یا ابان، خلک څنګه د امیرالمؤمنین له خبرې نټه کوي، چې ویې ویل: « که پښه پورته کړم؛ نو په شام کې د ابي سفیان د زوی سینه پرې وهلای شم او له تخته یې راپرځوم»؛ خو له دې منکر نه دي چې آصف، د سلیمان وصي، دسترګو په رپ کې، د بلقیس تخت د سلیمان مخې ته کېښود!
ایا داسې نه ده چې زموږ پېغمبر(ص) د انبییاوو(ع) افضل، او وصي یې د وصیانو افضل دی؟!
ایا د خاتم وصي یې د سلیمان د وصي په څېر هم نه کړ؟!
الله پاک دې زموږ(او هغوی) تر منځ پرېکړه وکړي، چې زموږ له حقه او فضایلو منکر شول[162]»
نوځکه، د رسول اکرم(ص) مرستندوینه، د مټ (او ملا) یې مضبوطول، د حضرت(ص) په چارو کې یې شرکت، له حضرت (ص) سره یې روري (اخوت)، په امت کې سمونپالي او د حضرت(ص) خلافت (ځایناستی) به له هغه سره د پرتلنې وړ نه وي چې له نبي اکرم(ص) پرته دا مقامونه ولري.
څوک چې په منزلت حدیث کې سوچ وکړي او په کتاب کې د تدبیر خاوند او په سنتو کې تفقه ولري، پوه به شي چې د رسول الله او هغه تر منځ بېلتون چې خپله حضرت(ص) پر ژوندوني خپل خلیفه کړ، له عقل، کتاب او سنتو سره مخالف دی.
له بکیر بن مسمار څخه په سم روایت کې راغلي چې ویې ویل: له عامر بن سعد مې واورېدل چې معاویه حضرت سعد بن وقاص ته وویل: ولې د ابي طالب زوی نه کنځې؟
ویې ویل: چې د رسول الله(ص) ورته درې خبري – که یوه یي راته کړې وای؛ نو تر هر ارزښتمن څیز راته غوره وه- رایادوم هډونه یې کنځم.
معاویه وویل: ابا اسحاق! دا درې خبرې څه وې؟ ابو اسحاق وویل: نه یې کنځم، هر وخت چې رایاد شي، چې وحې پر رسول الله نازل شوه؛ نو علي(ک) دواړه زامن یې او فاطمه(س) یې له لاسونو ونیول او تر خپلې کسا لاندې یې کړل، ویې ویل:
پالونکیه! په یقین همدوی مې اهل بیت دي.
او نه یې کنځم، هر وخت چې رایاد شي، حضرت رسول الله(ص) علي (ک) په تبوک غزا کې پرېښود؛ نو علي ورته وویل: کوچنیانو او ښځو ته مې پرېږدې؟ ویې ویل: خوښ نه یې چې موسی ته د هارون په څېر راته وسې؛ خو ( په دومره توپیر چې) تر ما روسته پېغمبر نشته.
او نه یې کنځم، هر وخت چې د خیبر ورځ رایادوم چې حضرت رسول الله (ص) وویل: په یقین دا بیرغ یوه نارینه ته ورکوم، چې الله او رسول الله یې ښه ایسي او الله یې په لاس سوبه کوي؛ نو موږ ټولو سرونه راپورته کړل چې ووینو څوک د حضرت(ص) په پام کې دی؟ حضرت(ص) وویل: علي چېرې دی؟ ویل شول: سترګې یې خوږېږي. ویې ویل: را ویې غواړئ، راویې وغوښت، د خپلې مبارکې خولې لاړې یې پر سترګو ورته وموخودې، بیرغ یې ورکړ اوخدای یې په لاس مسلمینو ته بریا ورکړه.
راوي وايي: پر الله قسم، تر هغه وخته چې حضرت سعد بن ابی وقاص (رض) په مدینې کې و، معاویه هېڅ ورته ونه ویل[163].
حاکم نیشاپوري وايي: بخاري او مسلم د مواخاة (رورۍ) او رایت (بېرغ) د احادیثو پر سموالي یوه خوله دي[164].
بخاري له سهل بن سعد نه روایتوپ، چې ویې ویل: حضرت رسول(ص) د خیبر پر ورځ وویل: په یقین سبا دا بیرغ یوه نارینه ته ورکوم چې خدای به سوبه او بریا ور پر برخه کړي، الله او رسول الله یې خوښ دي او د الله او رسول الله (هم) دا خوښ دی.
نو ټولو شپه تر ګهیځه په اندېښنه کې تېره کړه، چې حضرت(ص) به بیرغ چا ته ورکړي.
کهیځ ټول ورغلل، په دې هیله چې بیرغ به ورکړای شي. حضرت (ص)وویل: علي بن ابی طالب چېرې دی؟ وویل شو: سترګې یې خوږېږي؛ ویې ویل: رایې ولئ.
علي راغی، حضرت (ص) د خپلې مبارکې خولې لاړې یې پر سترګو ور وموښودې، دعا یې ورته وکړه، خوږ له منځه ولاړ، ته وا هډو، ناروغي، درد او خوږ نه و.
بیا یې بېرغ ورکړ، علي ورته وویل: یارسول الله! دومره به ورسره وجنګېږم چې زموږ په څېر شي (ایمان راوړي)؛ نو حضرت علیه الصلاة و السلام وویل: په نرمۍ، ثبات او بې بېړي ځان د هغوی ډګر ته ورسوه اسلام ته یې راوبله او دحق الله له فرایضو یې باخبره کړه؛ نو پر خدای قسم که خدای په تا یوتن ښیون کړي؛ نو تر ارزښتمنو شتمنیو درته غوره ده[165].
په ډاګه ده چې د حضرت رسول (ص) کلام: « په یقین بیرغ به یو نارینه ته ورکړم چې الله او رسول الله ورته ګران دي او الله او رسول الله ته هم دا ګران دی»، ددې راښوونکی او راسپړونکی دی چې د حضرت(ص) په اصحابو کې بې له علي(ک) په دې ځانګړنې (صفت) ستایل شوی نه و.
علي (ک) ته د توغ ورکړه او بریا یې، خپله د منزلت حدیث تفیسر دی، چې راښيي، علی هغه دی چې الله د خپل پېغمبر(مټ) او ملا پرې مظبوطه کړه.
او د حضرت(ص) کلام: «پالونکی سوبه د علي په برخه کوي» ښیي چې متعال خدای خپله فعل په علي بن ابی طالب وکړ، لکه چې رسول الله هم وکړ، تردې چې وايي: «و ما رمیت اذ رمیت و لکن الله رمی[166]» او له حضرت علي(ک) روایت شوی چې ویې ویل: «والله د خبیر ور مې په جسمي قوت راونه ایست[167]»
هو، هغه چې پالونکی یې په لاس خیبر سوبه کوي، همدا «ید الله» دی، ایا د بهترین «خلق الله» مټ بې «ید الله« مظبوطېدونی دی؟
«ان فی ذلک لذکری لمن کان له قلب او القی السمع و هو شهید[168]».
* درېیم حدیث
دا حدیث عامواو خاصو روایت کړی او دلته مو پر هغه روایت بسیایینه کوو چې حاکم نیشاپوري په مستدرک [169] او ذهبي په تلخیص (لنډیز)[170] کې له بریده اسلمي روایت کړی چې ویې ویل:
« له علي سره د یمن یوې غزا ته ولاړم او یوه نادوده مې ترې ولیده چې رسول الله ته راغلم، علي مې یاد کړ او نیوکه مې پرې وکړه. ومې لیدل چې د رسول الله رنګ واوړېد، ویې ویل:
بریده! ایا زه پر مؤمنانو تر خپله همدوی وړ نه یم؟ ومې ویل: هو، یارسول الله ویې ویل؛ نو د چاچې زه مولایم، نو علي یې هم مولا دی» دا هماغه په خم غدیر کې د حضرت(ص) وینا ده، چې په دې ځای کې یې بریده ته هم ویلې ده.
د حدیثپوهانو، تاریخپوهانو او تفسیر پوهانو مشرانو[171]، د خپل فن له موضوع سره په تړاو د خم غدیر پېښه یاده کړې او پردې سربېره ژبپوهانو هم په خپلو کتابونو کې راوړې ده.
ابن درید د جمهرة اللغة د لومړی برخې په ۱۰۸مخ کې وايي: «غدیر معروف و هو الموضع الذی قام فیه رسول الله (ص) خطیبا یفضل امیر المؤمنین علی بن ابی طالب»
په تاج العروس کې تر «ولی» کلمې لاندې وايي: «الذی یلی علیک امرک……….. و منه الحدیث: من کنت مولاه فعلی مولاه»
ابن اثیر په نهایه کې تر «ولي» کلمې لاندې وايي: «و قول عمر لعلی اصبحت مولی کل مؤمن، ای ولی کل مؤمن.
عامو په ګڼو سمولارو د غدیر حدیث روایت کړی، چې د سند سموالي ته اړمن نه دی.
حافظ سلیمان بن ابراهیم قندوزي حنفي(رح) په ینابع المودة ( ۱ټ، ۱۱۳مخ) کې وايي: «محمد بن جریر طبري به خپل تاریح کې د خم غدیر روایت له پینځه او یا لارو روایت کړی او په دې موضوع کې یې د «الولایة» په نامې کتاب کښلی دی؛ همدا راز د خم غدیر روایت ابوالعباس احمد بن محمد سعید بن عقده روایت کړی او د «المولاة» په نامې یې یو کتاب هم لیکلی او له یو سلو پینځو لارویې روایت کړی دی.
روسته وايي: «علامه علی بن موسی او علی بن محمد ابی المعالی الجویني په امام الحرمین ملقب، د ابي حامد غزالي استاد په هېښتیا را ته وویل: په بغداد کې مې د یوه صحاف په لاس کې یو ټوک ولید چې د خم غدیر روایات پکې وو، پرې لیکل شوي وو: د پېغمبر(ص) ددې روایت «من کنت مولاه فعلی مولاه» اته ویشتم ټوک، چې نهه ویشتم هم ورپسې دی»
ابن حجر په تهذیب التهذیب (۷ټ، ۲۹۷مخ) کې د علي(ک) په ژوند لیک کې، له ابن عبدالبر، ابوهریره، جابر،براء بن عازب او زید بن ارقم (رضی الله عنهم) څخه د غدیر حدیث تر روایتولو روسته وايي: «ابن جریر طبري په خپل کتاب کې په دې حدیث کې د یاد شویو کسانو دوه برابره راټول کړل او ابوالعباس بن عقده ددې حدیث د راټولو لارې ته پاملرنه وکړه او دا حدیث یې له اویاوو یا ډېرو اصحابو راسپړلی دی».
دا حدیث د امیر المؤمنین علي(ک) بلافصل ولایت او خلافت راښيي؛ ځکه که څه د «مولی» لفظ په ګڼو ماناوو کې کارېدلی؛ خو د قرآینو او نښو، په شتون په نښه کېږي چې په دې حدیث کې مراد ترې چارواکي (: ولایت امر) دی، چې له دې قراینو ځینې یې یادوو:
۱- تردې وینا وړاندې، حضرت رسول(ص) د خپل وفات خبر ورکړ او د کتاب الله او عترت سپارښتنه یې وکړه، چې دا دواړه یو له بله نه جلا کېږي او تردې وینا روسته یې، د علي(ک) معرفي په دې عنوان « د چا چې زه مولایم، علي یې هم مولا دی» ښيي، چې مطلب د هغه چا ور پېژندنه ده، چې امت تر حضرت(ص) روسته، باید پر قرآن او نوموړي په منګولو لګولو، له بې لارېتوبه خوندي شي.
۲- له حج څخه ستر راستون شوی جمیعت په توده هوا کې ایسارول او د اوښ له جهازه منبر جوړول، ددې اعلان لپاره چې علي(ک) د مؤمنانو دوست او ملاتړی دی د خاتمیت مقام مناسب نه دی او دا ځانګړنه ښيي چې دپېغمبر(ص) مطلب د یوه مهم چار اعلان دی او دا بې له چارواکۍ- د مولا او ولي له ماناوو – نه دی.
۳- واحدي په اسباب النزول (۱۳۵ مخ) کې له ابي سعید خدري (رضی الله عنه) روایت کړی چې د «یا ایها الرسول بلغ ما انزل الیک من ربک و ان لم تفعل فما بلغت رسالته والله یعصمک من الناس»آیت د خم غدیر پر ورځ د علي بن ابی طالب په شان کې نازل شوی دی.
له دې مبارک آیته ګټنه کېږي څه چې رسول اکرم(ص) ته د آیت په شان نزول کې د تبلیغ دنده ورسپارل شوې وه؛ دوه اړخونه یې درلودل:
لومړی: داچې دومره اهمیت لري چې خدای تعالی وايي: « که و يې نه کړې رسالت به دې تبلیغ کړی نه وي.»
دویم: داچې په دې تبلیغ کې الله(ج) ستا ساتندوی دی او دا جمله چې څرګندوي، دهغه څه ښکاره کول چې پېغمبر(ص) یې تبلیغ ته مامور شوی، تر شا یې دمنافقینو د چل ول اندېښنه هم رانغاړي، چې کتابیانو د حضرت رسول(ص) د راښکاره کېدو او دده د واکمنۍ پراختیا اورېدلې وه او دې مقام ته د ور رسېدو پر تمه، ورمات شوي وو او دغسې یو چار د امت له چارواکۍ- چې د مولا یوه مانا ده- بل څه نه دي.
۴- خطیب بغدادي له حضرت ابوهریره روایت کړی چې ویې ویل: «څوک چې د ذی الحجې پر اتلسمه روژه شي، دشپېتو میاشتو روژه ورته لیکل کېږي او دا د خم غدیر ورځ ده؛ ځکه نبي (ص) علي (ک) له لاسه ونیو، ویې ویل: ایا زه د مؤمنینو ولي یم؟ وویل شول: هو، یا رسول الله! ویې ویل: د چا چې زه مولا یم؛ نو علي یې هم مولا دی عمر بن الخطاب وویل: بخ بخ یا ابن ابی طالب، ګهیځ دې کړ، زما او هر مسلمان مولا یې؛ نو خدای [الیوم اکملت لکم دینکم ] نازل کړ[172].
څه چې ددین اکمال (او پوره کېدنه) او دالهي نعمت اتمام پرې دی او د الله(ج) د اسلام دین پرې خوښېږي، د الهي احکامو د ښوونکي او عملي کوونکي ټاکنه ده.
۵- شبلنجي په نورالابصار[173] کې وايي: «امام ابو اسحاق ثعلبي په خپل تفسیر کې روایت کړی، چې سفیان بن عیینه د «سأل سائل بعذاب واقع[174]» آیت په باب وپوښتل شو، چې د چا په اړه نازل شوی دی؟ ویې ویل: داسې مساله دې رانه وپوښته چې تر تا مخکې چا پوښتلی نه وم، پلار مې له جعفر بن محمد له پلرونو یې روایت راته وکړ، چې رسول اکرم(ص)په خم غدیر کې غونډه وکړه، خلکو ته یې وینا واوروله، علي یې له لاسه ونیو، ویې ویل: «من کنت مولاه فعلی مولاه»؛ نو دا (خبره) په ښارونو کې خپره شوه او حارث بن نعمان فهري هم خبر شو. رسول الله (ص) ته ورغی ویې ویل: یا محمده! امر دې راته وکړ چې د خدای پر وحدانیت او ستا په رسالت ګواهي ورکړو، درسره مو ومنله؛ امر دې وکړ چې پینځه وخته لمونځونه وکړئ، ومو منله، د زکات ورکړې امر دې وکړ، ومو منله، امر دې وکړ چې د رمضان روژه ونیسئ، ومو منله، د حج امر دې راته وکړ ومو منله؛ روسته په دې راضي نه شوې او دخپل تره زوی دې له لاسه ونیو، چې پر موږ یې غوره او را اوچت کړې او ودې ویل: «من کنت مولاه فعلی مولاه» ایا دا ستا له لورې ده یا د عزوجل خدای؟
پېغمبر(ص) وویل: والذی لا اله الا هو، په یقین دا د عزوجل خدای له لورې ده.
حارث بن نعمان خپلې سورلۍ ته ورغی، چې ور سور شي، ویې ویل: یا الله! څه چې محمد وايي او حق دي؛ نو له اسمانه یوه تیږه یا دردناک عذاب راباندې راولېږه.
لا سورلۍ ته ور رسېدلی نه و، چې عزوجل خدای، پر سر په یوې تېږي وایشت او له بلې لوري یې ووته، ویې واژه؛ نو خدای دا آیت نازل کړ: ((سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ.لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ.مِّنَ اللَّهِ ذِي الْمَعَارِجِ (معارج: ۱،۲،۳ آیتونه): پوښتوني، پېښېدونی عذاب وپوښت، پېښ شو، چې ( داعذاب) یوازې د کافرانو لپاره دی (او) هېڅوک یې مخه نشي نیوای او د ذی المعارج خدای له لوري دی))
بېشکه خلک خبر ول چې رسول اکرم(ص) د علي(ک) فضایل بیان کړي وو؛ خو څه چې د حارث بن نعمان په څېر وګړیو ته یې تازه توب درلود او په ښارونو کې خور شوی و او دوی ته باور ناکېدونی فضلیت و؛ مولویت او پر امت ولایت او چارواکي وه، چې دغسې وګړیو ته د زغم وړ نه وه، نه د مولا او ولي بله مانا.
۶- احمد بن حنبل په مسند[175] او فخررازي په تفسیر[176] او خطیب بغدادي په بغداد تاریخ[177] او نورو[178] کې روایت کړی، چې د احمد په روایت بسیایینه کېږي:
له برأ بن عازب (رض) روایتوي چې ویې ویل:له رسول الله سره په یوه سفر کې، خم غدیر ته ورسېدو، د جماعت نمانځه غږ وشو،رسول الله ته یې تر دوو ونو لاندې ځای جارو کړ، د ماسپښین لمونځ یې وکړ،علی یې له لاسه ونیو، ویې ویل: ایا نه پوهېږئ چې زه پر مؤمنیو تر دوی اولی او وړ یم؟ وویل شول: هو؛ نو د علي لاس یې ونیو، ویې ویل: «من کنت مولاه فعلی مولاه الهم وال من والاه و عاد من عاداه»، ویې ویل: حضرت عمر تردې روسته له علي سره ولیدل، ورته یې وویل: « هنیئا یا ابن ابی طالت اصبحت و امسیت مولی کل مؤمن و مؤمنة[179]»
د حضرت عمر په څېر وګړي دا مبارکي د علي او نورو تر منځ د یوه (مشترک او) ګډ کار لپاره د مولا له مانا ځنې نه ؛ بلکې بې شکه چې د یو ځانګړي چار لپاره ده او دا به بې د امت له چارواکۍ او مشرۍ بل څه نه وي.
۷- د عامه و ځینو مشرانو له ابن حجر عسقلاني په الاصابه[180] او ابن اثیر په اسدالغابة[181] کې او نورو روایت کړی، چې د ابن اثیر په روایت بسیایینه کېږي:
ابو اسحاق وویل: دومره کسانو روایت راته کړی چې شمېرلای نشم [او ویې وویل:] علي په رحبه کې (له ناستو) وغوښتل چا چې د رسول الله(ص) دا خبره «من کنت مولاه فعلی مولاه، اللهم وال من والاه و عاد من عاداه» اورېدلې وي، پادې څي؛ نو یو ټولی پاڅېد او ګواهي ورکړه چې له رسول الله(ص)یې دا خبره اورېدلې ده او یو شمېر کسانو خبره پټه کړه، او دوی چې پټه کړه، له دنیا هله ولاړل چې ړانده شول او څه کړاو ور ورسېد؛ یزید بن ودیعة او عبدالرحمن بن مدلج له دوی ځنې دي.
ښکاره ده چې په دې حدیث د علي(ک) استدلال او خپل خلافت زبادولو ته له ناستو خلکو ګواهي غوښتنه، د امت په چارواکۍ کې د حدیث مدلول ټاکي.
۸- د علي(ک) د ولایت تر اعلانولو مخکې د حضرت رسول اکرم(ص) وینا داده: «الله مې مولا دی او زه د هر مؤمن مولایم» او د حضرت (ص) په باب د الله پاک مولویت دادی چې بې الله هېڅوک ولایت پرې نه لري اولکه چې څنګه الله یې ولي دی؛ نو دا د هر مؤمن ولي دی او کوم ولایت چې حضرت (ص) پر مؤمنانو لري، علي(ک) یې هم لري او دا وینا څرګندوی چې دا ولایت، (ولایت امر او) چارواکي ده.
۹- حضرت رسول اکرم(ص) د علي(ک) تر معرفۍ مخکې، له دوی نه پردې غونډلې منښته واخسته: « الست اولی بکم» وویل شول: هو، او دا هماغه اولویت (ړومبېتوب) دی چې خدای په قرآن کې ویلی دی: «النبی اولی بالمؤمنین من انفسهم[182]» او تردې روسته یې وویل« د چا چې زه مولا یم؛ نو علي یې هم مولا دی» او د «الست اولی بکم » په ړومبي کولو یې د «ولی» په مانا کې هر ډول شبهه او شک لرې کړ او د مؤمنانو په تړاو یې چې ځان ته کوم لومړیت درلود، علي (ک) ته یې زباد کړ.
* څلورم حدیث
د رسول اکرم(ص)وینا ده چې علي(ک)ته یې وویل: «انت منی و انا منک[183]». دا حدیث بخاري او د عامه و د حدیثو امامانو راوړی دی.
شک نشته چې د هستۍ کمال په عقل، علم، بندګۍ او د متعال خدای په اختیاري اطاعت کې دی او د انسان د پنځون امتیاز همدا عقل او اختیاري اطاعت دی او د پنځون موخه یې هم همدا ده.
نوځکه د انسان کمال د غیبي علم د نښلون مرتبې ته ور سېدل او د وحې په رڼا یې د عقل رڼا کول دي، چې دا د نبوت د مرتبې کمال، مخلوق ته د خالق له لوري سفارت (استازیتوب) دی چې عقلونه یې د الهیه حکمت په رڼاراڼه شي، چې دا د رسالت مرتبه ده.
او د رسالت مرتبې کمال دادی چې د اولوالعزم مرتبې ته ورسي، چې دا د ځینو پېغمبرانو برخه ده، چې په شریعت رالېږل شوي او ددې مرتبې کمال د خاتمیت مرتبې ته رسېدل دي چې په ابدي شریعت د بعثت مرتبه ده، چې د انسانیت د کمال روستی برید دی او ددې مرتبې خاوند؛ خاتم ما سبق، فاتح ما استقبل، اسم اعظم، مثل اعلی، حضرت محمد بن عبدالله(ص) دی.
علي(ک) د هغه له مرتبې سره ونښلېد، چې خدای یې په شان کې وویل: «وما ینطق عن الهوی[184]» ( او همده) وویل: «علی منی» (علی له ما دی)؛ یعنې نوموړی د عالمِ امکان له یوه زڼي مشتق (او اخستل) شوی، چې نفس قدسیه(سپېڅلي ځان)، د هستۍ غائيه علت او د آدم خلیفه کول دي.
او حضرت رسول(ص) په دې غونډله بسیاینه ونه کړه، ویې ویل: «و انا منه» چې وپوهوي چې د خاتم له شتون او بعثته موخه او څه چې د امنیت ټینګښت او قوام یې پرې دی – یعنې په قویم دین او صراط مستقیم ښیون، حدوثا و بقاء – یوازې او یوازې په علي او پاکلمني اولادې یې پلي کېږي.
نو څنګه یې د پېغمبر له خلافته جلا کېدنه شونې ده، چې هغه له پېغمبره او پېغمبر له دې دی؟!
* پینځم حدیث
د عامو او خاصو د احادیثو امامان ددې حدیث پرسموالي منښته کړی چې حضرت رسول اکرم(ص) وویل: «علی مع القرآن و القرآن مع علی لن یتفرقا حتی یردا علی الحوض».
ژباړه: علي له قرآن سره او قرآن له علي سره دی، تر هغه بیخي یو له بله نه جلا کېږي، چې پر حوض(ډنډ) راته راشي[185].»
قرآن پېژندو ته په پاملرنې، د حدیث دلالت او ښودنه رامعلومېږي؛ لاندې په لنډو ځینو چارو ته اشاره کېږي:
۱- په الهیه کتابونو کې تر قرآن کریم افضل نشته: « اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا (زمر – ۲۳): الله ډېره غوره او ښكلې وینا د كتاب [په بڼه] نازله كړې؛ (داسې) كتاب، چې آيتونه يې (په ښكلا، ژوروالي او منځپانګه كې) يو بل ته ورته دي »،« إِنَّ هَـذَا الْقُرْآنَ يِهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ (اسراء- ۹): بېشكه دا قرآن، بيخي سمه سيخه لار ښيي ».
۲ – خدای تعالی په داسې ځانګړنو ستایلی چې قلم یې له لیکلو او خوله یې له ویلو بېوسې ده: « بَلْ هُوَ قُرْآنٌ مَّجِيدٌ» (بروج، ۲): (بلکې دا (قرآن) لوستونى او پرتمين دى،)،« فِي لَوْحٍ مَّحْفُوظٍ » (بروج ۲۲): ( (چې د الهي علم) په ساتل شوې پاڼه کې (خوندي) دى.)،« وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ »( حجر- ۸۷):( او په رښتيا چې موږ سبع المثاني (د حمد سورت؛ اوه تکرارېدوني آيتونه) او ستر قرآن دركړى دى !)، « يس وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ »( یس، ۱ – ۲):( يا،سين، او پر قرآن حكيم قسم.)
۳- خدای تعالی ځان د قرآن ښوونکی کړی دی: « الرَّحْمَنُ عَلَّمَ الْقُرْآنَ »( الرحمن، ۱- ۲): (لوراند (الله )، قرآن (یې) ښوولى).
۴- په دې کتاب یې الهي جبروت ته اشاره کړې وايي: « لو أَنزَلْنَا هَذَا الْقُرْآنَ عَلَى جَبَلٍ لَّرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْيَةِ اللَّهِ» (حشر- ۲۱): (كه موږ دا قرآن پر كوم غره نازل كړى واى، بېشکه هغه به دې د الله له وېرې وېرجن ټوټه ټوټه كېدونکى لیدلی واى! او دا بېلگې خلكو ته وايو، ښايي (پر خپل حالت) غور وكړي.)
۵- په رازونو کې رانغاړل شوی قدرت یې په آیتونو کې ځلېږي، په اشاره وايي: « وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَى » (الرعد – ۳۱): (او بېشکه که داسې يو قرآن واى، چې (له هيبته يې) غرونه روان شوي واى يا ځمكه ټوټې ټوټې شوې واى يا مړو پرې خبرې کړې واى (بيا به هم ايمان رانه وړي).
۶- دا کتاب د الله تعالی د علم او حکمت ښکارندوی دی: « وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى الْقُرْآنَ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ عَلِيمٍ » (نمل- ۶): (او په حقيقت كې قرآن د پوه حكيم ذات له لوري درکول کېږي.)، « وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً » (نحل- ۸۹): (او موږ دا كتاب پر تا نازل كړى، چې د ټولو څيزونو څرګندوونكى دى او مسلمانانو ته لارښود).
۷- خدای تعالی خپله ددې کتاب پر انزال، ځان ستایي، وايي: « الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجَا» (کهف – ۱): (ځانګړې ستاېنه د هغه الله ده، چې دا (اسماني) كتاب يې پر خپل (غوره) بنده نازل كړ او هېڅ ډول كږلېچ يې ورته پرېښی نه دی).
۸- رسول اکرم(ص) ددې عزتمن کتاب په لاروی کې وايي:
«چې کله فتنې او اړو دوړونه درنه چاپېر شول؛ نو قرآن ته ورمخ کړئ؛ ځکه په یقین «قرآن» هغه شفیع دی چې شفاعت یې منل شوی او د بدیو ګزارش ورکوونکی دی چې وینا یې تصدیق شوې، چا چې په خپلې مشرۍ ونیو، د جنت لار ورښيي او چاچې ورشا کړه جهنم ته یې ورکاږي او قرآن یو لارښود دی چې ښو لارو ته لارښوونه کوي او داسې کتاب دی چې په کې تفصیل، بیان، څرګندنې او د حقایقو ترلاسه کول دي او له باطلو د حق جلاکوونکی دی، د برېدونو کتاب دی، ټوکې او هسې په هسې خبرې پکې نشته، ظاهر یې ښکلا لري او باطن یې ژور دی، ورته برېدونه شته چې پر دې بریدونو برید شته، هېښتیاوې یې نه شمېرل کېږي، هیېښتیاوې او نوښتونه یې نه زړېږي، پکې د ښیون ډیوې او د حکمت رڼاګانې دي، څوک یې چې وپېژني ورته د معرفت او ښاندې لارښود دی[186]».
د هغه چا مقام څومره ستر دی چې خاتم النبي(ص) نوموړی له قرآن سره او قرآن له ده سره یوځای کړی دی!
نوموړی د قرآن په حکمت، د قرآن له ظاهر سره دی او د قرآن په علم د قرآن له باطن سره دی او نوموړی له نه شمېرېدونو هېښتیاوو او نه تمامېدونو غرایبو سره مل دی او له دې ملتیا سره څه چې له کتاب او حکمته پر ګردو پېغمبرانو نازل شوي، ورسره دي.
او د عامو او خاصو د تفسیر او د حدیث د امامانو د روایاتو له مخې[187]، علي(ک) د خدای په کلام کې «اذن واعیه» (اورېدونکی غوږ او زده کوونکی) دی: و تعیها اذن واعیه[188].
او دا هغه دی چې ویې ویل: «سلونی فوالله لاتسالونی عن شی یکون الی یوم القیامة الاحدثتکم به، وسلونی عن کتاب الله، فوالله ما من آیة الا وانا اعلم ابلیل نزلت ام بنهار: ومې پوښتئ، چې هره پوښتنه مو درځواب کړم، د کتاب الله په اړه وپوښتئ؛ نو پر خدای قسم په هر آیت پوهېږم چې په شپه کې نازل شوی یا پر ورځې[189]».
د هغه مقام څومره اوچت دی چې پېغمبر(ص) قرآن ورسره کړی او سره له دې چې ملتیا په دواړو خواوو ولاړه؛ یعنې علي چې له قرآن سره و، قرآن هم له علي سره دی؛ خو د «علی مع القرآن» په غونډله یې بسیا نه ده کړې او د نوموړی به عظمت کې یې ورزیات کړل: «والقرآن مع علي» او په دې ټکي یوازې « اولو الالباب» (عقلمن ) پوهېږي.
د لومړی غونډلې پیل په علي او پای په قرآن دی او د دویمې غونډلې پیل په قرآن او پای په علي دی او د کلام اوډون (ترتیب) د خورا فصیح انسان دی او داسې لطایف پکې دي چې اوس یې د شرح وخت نه دی.
د کلام لنډیز: په انبیاوو او رسولانو(علیهم السلام) کې څوک تر رسول امین (ص) افضل نشته او داچې علي له ده او دا له علي دی (انت منی و انا منک) ؛ نو علي د خدای تعالی د بهترین مخلوق ځایناستی دی.او په نازل شویو کتابونو کې، تر څرګند قرآن هېڅ اعلی (اوچت) کتاب نشته او داچې علي له قرآن سره او قرآن له علي سره دی (علی مع القرآن و القرآن مع علی)؛ نو زړه به یې د خدای تعالی له لوري د نازل شویوڅېزونو زېرمه وي؛ د هدایت، رڼا، کتاب او حکمت او…….
ایا په دې ځانګړنو سره څه شک پاتېږي چې نوموړی د رسول کریم خلافت ته خورا وړ او د قرآن عظیم مفسر وي؟!
او ایا شک پاتېږي چې نوموړی د هر هغه مولا دی چې پر هغه خدای ایمان لري چې ویلي یې دي: « مَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ[190]»، « وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ [191]».
* شپږم حدیث:
دا یو حدیث دی چې د عامه و اهل حدیثو اورجالو یې د سند پر سموالي منښته کړې او لنډیز یې دادی چې یو شمېر ابن عباس ته ورغلل او امیرالمؤمنین علي(ک) ته یې سپکې سپورې کولې.
ابن عباس وویل: هغه ته سپکې سپورې کوئ چې لس فضایل لري او بل څوک یې نه لري:
(۱) په خیبر غزا کې [ چې نور ورغلل؛ خو بېوسي راستانه شول] رسول الله وویل: یو کس ورلېږم چې هېڅکله خدای خوار او ذلیل کړی نه دی، خدای او رسول ورته ګران دي او دا هم خدای او رسول ته ګران دی.
ټولو سرونه راپورته کړل چې دغسې یو تن څوک دی؟ نو ویې ویل: علي چېرې دی؟ علي په خوږېدلو سترګو راغی، رسول الله یې سترګې ورغولې، بېرغ یې درې ځل ورپاوه او علي ته یې ورکړ.
(۲) رسول الله، پلانی له توبې سورت سره مشرکینو ته ولېږه، روسته یې علي ورپسې ولېږه او سورت یې ترې واخست،حضرت (ص) وویل، سورت یوازې هغه سړی وړای شي چې هغه له ما څخه دی او زه له هغه څخه یم.
(۳) رسول الله، وویل: له تاسې کوم یو په دنیا و آخرت مې موالات (دوستي) کوئ؟ چا ونه منله،علي ته یې وویل: ته مې دنیا او آخرت کې ولي او دوست یې.
(۴) علي ړومبی تن و، چې تر خدیجې روسته یې ایمان راووړ.
(۵) رسول الله خپل څادر پر څلورو تنو؛ علي، فاطمې، حسن و حسین واچو، ویې ویل: « انما یرید الله لیذهب عنکم الرجس اهل البیت و یطهرکم تطهیرا))
(۶) علي هغه څوک و، چې ځان یې له پېغمبره ورځار کړ، د رسول اکرم(ص) جامې یې واغوستې او د شپې یې پرځای ویده شو او تر ګهیځه مشرکانو د پېغمبر په ګومان په تېږو ایشته.
(۷) په تبوک غزا کې یې علي په مدینې کې خپل ځایناستی کړ، چې په دې سفر کې یې د رسول الله له بېلتانه وژړل، ورته یې وویل: ایا خوښ نه یې چې مقام دې را ته موسی ته د هارون په څېر وي؛ خو داچې تر ما روسته بل پېغمبر نشته؛ په یقین وړ ده چې زه ولاړ شم او ته مې خلیفه وسې.
(۸) رسول الله علي ته وویل: تر ما روسته د هر مؤمن او مؤمنې ولي یې.
(۹) رسول الله ټول هغه ورونه چې جومات ته پرانستل کېدل، بند کړي ؛خو بې د علي له وره.
(۱۰) رسول الله وویل: من کنت مولاه فعلی مولاه.[192]
د پېغمبر اکرم(ص) له نص سره سره چې د سوبې توغ یې – سره له دې چې ټول اصحاب موجود وو- علي ته ورکړ او یوازې ده ته یې د خدای او رسول حبیب او محبوب ووایه او له نورو یې د خدای پیغام واخست او ده ته یې ورکړ، چې باید علي، د خدای کلام مبلغ وي، په دې علت چې هغه زما څخه او زه له هغه څخه یم او د حضرت (ص) څرګندنه چې نه ښايي زه ولاړ شم او ته مې خلیفه نه وسې او د حضرت(ص) د «انت ولی کل مؤمن بعدی و مؤمنة» او « من کنت مولاه فعلی مولاه » د مطلق او ټولیز ولایت په بیان (او څرګندولو) په دې سمو سنتو کې، ایا نظروالو او د انصاف خاوندانو ته د علي په بلافصل خلافت کې څه شک پاتېږي؟!
دا لنډیز، په دې موضوع کې د راغلیو آیتونو او روایاتو دشمېرنې ګنجایش نه لري.
ارواښاد حاکم حسکاني حنفي ( دهجري پینځمې پېړی له عالمانو) له مجاهد (چې د تابعینو له مشرانو او مشهورو مفسرینو دی) څخه روایتوي، چې علي(ک) او یا ځانګړنې (او منقاب) لري چې د پېغمبر (ص) یو صحابي یې په څېرنه لري او د پېغبمر(ص) هر صحابي چې کوم منقبت لري، علي پکې شریک دی[193].
له ابن عباس روایتوي چې د قرآن په «الذین امنوا و عملو الصالحات» آیت کې علي ددې آیت امیر او شریف دی اود محمد په اصحابو کې داسې نارینه نشته چې خدای ټپسوری کړی نه وي؛ خو علي(ک) یې په ښو یاد کړی دی[194].
همدا راز وايي: علی اتلس ځانګړنې لري، که ددې امت یو نارینه یې ولري پرې ژغورلېږي او دولس داسې ځانګړنې لري چې ددې امت یو څوک یې هم نه لري[195].
ابن ابی الحدید وویل: استاد مې ابوالهذیل وپوښتل شو: د خدای په نزد د علي مقام اوچت دی که د ابابکر؟
ویې ویل: والله د خندق پر ورځ له «عمرو » سره د علي مبارزه د ټولو مهاجرینو او انصارو له کړنو او عباداتو سره برابره ده، یوازې د ابی بکر خو لاڅه کوې[196].
احمد حنبل (د حنبلی مذهب امام) وايي: «ما جاء لاحد من اصحاب رسول الله(ص) من الفضائل ما جاء لعلی بن ابی طالب(رض): د علي بن ابی طالب په باب چې څومره فضایل راغلي، د پېغمبر (ص) دیوه صحابي په باب هم نه دي راغلي[197]»
او د خلیل بن احمد (د ژبپوهنی او ادب امام او د عروضو د علم بنسټګر) په وینا: د هر چا فضایل یا یې باید دوست خواره کړي یا یې دښمن؛ د علي(ک) دوستانو له ډاره او دښمنانو یې له کینې دده فضایل پټ کړل؛ خو له دې سره سره مناقب یې دغسې خواره شول[198].
ایا که د دښمنانو کینه او د دوستانو ډار نه وای او د امویانو او عباسیانو د تپو تیارو حکومتونه ددې لمر پر مخ وریځ نه وه؛ نو فضایلو به یې څومره څنډونه (افاق) رڼا کول؟!
د علي(ک) په باب بحث په دوو آیتونو پای ته رسوو:
۱- (( إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ(مائده- ۵۵): ستاسې ولي او پالندوى خو يوازې الله، استازی یې او هغه مؤمنان دي، چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي. ))
د عامه مشرانو عالمانو منښته کړې چې دا آیت د علي(ک) په شان کې نازل شوی دی؛ د فخر رازي په روایت بسیاینه کوو: « ابوذر وویل: له رسول اکرم (ص) سره مو د ماسپښین لمونځ وکړ، په جومات کې یو سوالګر څه وغوښتل، چا څه ورنه کړل، علي په رکوع کې و، په هغه ګوته یې سوالګر ته اشاره وکړه چې ګوته پکې وه، سوالګر ګوته ترې راوایسته؛ رسول اکرم(ص) خدای ته تضرع وکړه، ویې ویل: یا الله ! رور مې موسی (ع) درنه وغوښتل: «قال رب شرح لی صدري» تا پرې « سنشد عضدک باخیک و نجعل لکما سلطانا» نازل کړی؛ یا الله! زه محمد ستا بنده یم؛ نو سینه مې پراخ کړه او چار مې را اسان کړه او له کورنۍ مې یو وزیر (مرستندوی) راکړه؛ علي، ملامې پرې ټینګه کړه؛ ابوذر وویل: والله د رسول اکرم(ص) وینا تمامه شوې نه وه چې جبرئیل له دې ایت سره راغی[199]».
د رسول اکرم(ص) تر دعا روسته د آیت نزول، دحضرت(ص) د دعا قبلېدل دي، چې هارون موسی ته کوم مقام درلود؛ هماغه د رسول اکرم(ص) په تړاو علي(ک) ته ورکړای شو.
له دې آیته – د عطف ټکي په تقاضا- ګټنه کېږي هماغه الهي ولایت چې د رسول اکرم(ص) لپاره دی، علي ته هم زباد شوی دی.
او د «انما» کلمه ( پر حصر یې له دلالت سره)، زبادوي چې په دې آیت کې د خدای، رسول او علي لپاره ولایت، هغه ولایت دی چې دې درې واڼو ته ورځانګړی (او منحصر) شوی او دا ولایت بې له (ولایت امر او) چارواکۍ- د ولي له ماناوو – کېدای نشي.
۲- ((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ(آل عمران – ۶۱): (د مسيح په باب) چې [په وحې] وپوهېدې؛ نو بيا هم كه څوك په دې اړه ناندرۍ درسره کوي؛ نو ورته ووايه: (( راځئ، چې موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ به هم خپلې ښځې راوبلو او تاسې هم خپلې ښځې، موږ به پخپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ؛ بیا به ښېرا وکړو (په موږ کې چې څوک دروغ وايي) نو د الله لعنت دې پرې وي.)) ))
په دې آیت کې نظروالو ته څه ټکي شته، چې له شرح یې تېرېږو او درېیو ټکیو ته یې اشاره کوو:
مباهلې ته د رسول اکرم(ص) بلنه، د پېغمبر د رسالت برهان دی او د نصاراوو استنکاف (په کبر مخ اړونه) د نصرانیت بطلان او د حضرت(ص) ددین حقانیت دی؛ د «انفسنا» کلمه د امیر المؤمنین علي(ک) د بلافصل خلافت دلیل دی؛ ځکه د کتاب په نص، د تنزیلي نفس له شتون سره-چې د پېغمبر د شتون امتداد او غځېدا ده- بل ځایناستی مقعول نه دی.
د تفسیر او حدیث امامان یوه خوله دي چې له «ابناءنا» څخه مراد حسن و حسین دي او له «نساءنا» مراد فاطمه زهرا ده او له «نفسنا» مراد علي بن ابی طالب دی.
په دې باب هغه حدیث یادوو، چې فخر رازي ددې آیت په تفسیر کې راوړی دی:
« داچې رسول اکرم(ص) د نجران نصاراوو ته دلایل وویل او دوی پر خپلې ناپوهۍ ټینګار درلود، ویې ویل: الله امر راته کړی که حجت او دلیل مې ونه منئ، مباهله درسره کوم، وویل شول: یا اباالقاسم! ستنېږو او په خپل کار کې سوچ کوو، بیا درځو، چې راستانه شول دوی خپل نظروال «عاقب» ته وویل: یا عبد المسیح څه وینې؟ ویې ویل: د نصاراوو ټولیه! پوه شوئ جې محمد مرسل نبي دی او د عیسی په چار کې یې حق کلام درته راوړی؛ پر الله قسم، کوم قوم چې له کوم پېغمبر سره مباهله کړی؛ نو مشران یې ژوندي نه پاتېږي او کوچنیان یې نه لوییږي،که دا کار (مباهله) وکړئ مستاصلېږئ (په سوکه سوکه عذاب اخته کېږئ)؛ که له خپل دینه په لاس نه اخستو ټینګار کوئ، وداع (خدای پاماني) ورسره وکړئ او خپلو ښارونو ته ورستانه شئ.
د خدای رسول راووت؛ حسین یې په غېږ کې، حسن یې له لاسه نیولی، فاطمه په پلار پسې او علي د فاطمې ترشا و، او دوی ته یې وویل: چې دعا [ښېرا] مې وکړه تاسې امین ووايئ.
د نجران اسقف وویل: د نصاراوو ټولیه! داسې څېرې وینم که له خدایه وغواړي چې غر له خپل ځایه پورته کړي، په دې څېرو یې له ځایه پورته کوي؛ مباهله مه کوئ چې هلاکېږئ او تر قیامته به د ځمکې پر مخ نصراني پاتې نشي.
له مباهلې یې اوږې سپکې کړې او سولې ته یې غاړه کېښووه. تر جوړ جاړې روسته رسول اکرم(ص) وویل: پر هغه خدای قسم چې زما ساه یې په واک کې ده، که ((مباهله و ملاعنه)) یې کړې وای؛ نو نجرانیان هلاکېدو ته نژدې شوي ول او د بیزوګانو او خوکانو په څېر کېدل، دره یې سوځېده او پر کوم نصاري لا کال نه تېرېده چې ټول هلاکېدل».
روایت شوی چې کله حضرت رسول(ص) په توره کسا کې راووت، حسن یې پکې رادننه کړ، بیا حسین، بیا فاطمه او ورپسې علي، ویې ویل: «انما یرید الله لیذهب عنکم الرجس اهل البیت ویطهرکم تطهیرا»(*) روسته فخررازي وايي: « واعلم ان هذه الروایة کالمتفق علی صحتها بین اهل التفسیر و الحدیث[200]»
که څه دا آیت او ددې متفق علیه حدیث د شرح فرصت نه شته؛ خو دوو ټکیو ته اشاره کېږي:
الف: د راوتو پر مهال یې، دا شمېر تر کسا (څادر یا چپن) لاندې راټول کړل او د تطهیرا آیت یې ولوست، چې زباد کړي: هغه دعا چې د عادت خلاف کوي او طبیعي وزلې له کاره وغورځوي او په «ارادة الله» بې وزلې (او بې واسطې)دا غوښتنه پلې شي، باید له هرې چټلۍ ځنې له پاک روح نه د سبوح قدوس درګاه ته وخېژي: « إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ»[201]؛ هغه پاکي (طهارت) چې دخدای اراده ورسره په تړاو شوې په دې شمېر (پنج تن پاک) کې موندلېږي.
ب: د نجران له نصاراوو سره د رسول اکرم(ص) مباهله، له رحمته ددې قوم د لرېوالي غوښتنه وه او هغه دعا چې قبلېدل یې پر څاروي د انسان د بڼې اوختل، پر اور د خاورې اوړېدل او د ځمکې له مخې دیوه امت جارو کېدل، یوازې هله شونې دي، چې اراده له دې چار: « إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ»[202] سره نښتې وي او دا د کامل ( اوپوره) انسان مقام دی چې خوښي (رضا) او خپګان (غضب) یې د خدای د رضا او غضب ښکارندوی دی او دا خاتم او د خاتم د ځایناستي مقام دی او یوازېنی ښځه چې دې مقام ته ور رسېدلې «صدیقه کبرا» ده او دا ځکه چې په فاطمه زهرا(س) کې ټولیز ولایت او عامه امامت- چې عصمت کبرا دی- شته. او یو حدیث هم – چې د عامه مشرانو یې پر سموالي منښته کړې- پردې چار دلیل دی چې رسول اکرم(ص) ویلي: «فاطمة بضعة منی فمن اغضبها اغضبنی[203]» او که څه د عقل، کتاب او سنتو په حکم د پېغمبر غضب (غوسه) د خدای غضب دی؛ خو عامه و عالمانو دا حدیث هم رانقل کړی دی: قال رسول الله (ص) لفاطمة: « ان الله یغضب لغضبک ویرضی لرضاک[204]».
څوک چې بې هېڅ قیدو شرطه، خدای یې په رضا راضي او په غوسه یې غوسناک دی، د عقل د ضرورت له مخې باید رضا او غوسه یې له خطا، تېروتنې او هوس نه پاکه وي او دا «عصمت کبرا» دی.
ائمه اثنا عشر (دولس ګوني امامان)
څه چې وویل شول د امامت (مشرۍ) به باب د اثنا عشر مذهب لڼد شانته دلایل وو او ګروهن دي چې پاکلمني امامان دولس تنه دي.
لومړی:علي بن ابی طالب، دویم: حسن بن علی، درېیم: حسین بن علی، څلورم: علي بن الحسین، پینځم: محمد بن علي، شيږم: جعفر بن محمد، اووم: موسی بن جعفر، اتم: علي بن موسي، نهم: محمدبن علي، لسم: علي بن محمد، یوولسم: حسن بن علي، دولسم: حضرت مهدي (علیهم السلام) او د هر یو د امامت د دلایلو تفصیل بل وخت غواړي.
دلته له رسول اکرم(ص) ځینې د عامه و په کتابونو کې د هغو روایاتو شتون ته اشاره کوو چې دولس تنه خلفا او دولس تنه امیران پکې یاد شوې دي:
۱- صحیح بخاري/ ۸ ټوک/۱۲۷ مخ: «عن جابر بن سمرة قال: سمعت النبی صلی الله علیه و اله وسلم یقول: یکون اثنا عشر امیرا فقال: کلمة لم اسمعها فقال ابی: انه قال: کلهم من قریش.»
۲- صحیح مسلم/ ۶ ټوک/ ۳ مخ: « عن جابر سمرة قال دخلت مع ابی علی النبی صلی الله علیه وسلم فسمعته یقول: «ان هذه الامر لاینقضی حتی بمضی فیهم اثنا عشر خلیفه قال: ثم تکلم بکلام خفی علی، قال: فقلت لابی: ما قال؟ کلهم من قریش»
۳- صحیح مسلم/ ۶ ټوک/ ۳ مخ: «عن جابر بن سمرة قال: سمعت النبی صلی الله علیه وسلم، یقول: لا یزال امر الناس ماضیا ما ولیهم اثناعشر رجلا، ثم تکلم النبی صلی الله علیه و سلم بکلمة خفیت علی، فسالت ابی: ماذا قال رسول الله صلی الله علیه و سلم، فقال: کلهم من قریش. »
۴- صحیح ابن حبان/ ۱۵ ټوک/ ۴۳ مخ: «سمعت رسول الله صلی الله علیه و سلم یقول: یکون بعدی اثنا عشر خلیفة کلهم من قریش. »
۵- جامع ترمذي/ ۳ ټوک/ ۳۴۰ مخ: «یکون من بعدی اثناعشر امیرا، قال: ثم تکلم بشیئ لم افهمه، فسالت الذی یلینی فقال: قال: کلهم من قریش.»
۶- مسند احمد بن حنبل/ ۵ ټوک/ ۹۲ مخ: «یکون بعدی اثناعشر خلیفة، کلهم من قریش.»
۷- مسند احمد بن حنبل/ پینځم ټوک/ ۹۹ مخ: « یکون بعدی اثناعشر امیرا ثم لا ادری ما قال بعد ذلک، فسألت القوم کلهم، فقالوا: قال کلهم من قریش.»
۸- مسند احمد بن حنبل/ لومړی/ ۹۹مخ: « یکون من بعدی اثناعشر امیرا فتکلم فخفی علی، فسألت الذی یلینی اوالی جنبی، فقال: کلهم من قریش.»
۹- مسند احمد بن حنبل/ لومړی ټوک/ ۱۰۸ مخ: «یکون بعدی اثنا عشر امیرا، قال ثم تکلم فخفی علی ما قال: قال: فسألت بعض القوم او الذی یلینی ما قال؟ قال: کلهم من قریش.»
۱۰- مسندابن الجعد/ ۳۹۰ مخ/ ۲۶۶۰ ګڼه حدیث: «یکون بعدی اثناعشر امیرا، غیر ان حصینا قال فی حدیثه: ثم تکلم بشیئ لم افهمه، و قال بعضهم فسألت ابی و قال بعضهم فسألت القوم فقال کلهم من قریش.»
۱۱-مسند ابی یعلی: «یقول لایزال الدین قائما حتی تقوم الساعة و یکون علیکم اثناعشر خلیفة کلهم من قریش.»
۱۲- مسند احمد بن حنبل/ ۱۳ ټوک، ۴۵۶ مخ: «عن جابربن سمرة قال: خطبنا رسول الله صلی الله علیه و سلم بعرفات فقال: لایزال هذا الامر عزیزا منیعا ظاهرا علی من ناواه حتی یملک اثناعشر کلهم قال: فلم افهم مابعد،قال: فقلت لابی ما قال بعد ما قال: کلهم، قال: کلهم من قریش.»
۱۳- مستدرک حاکم/ ۴ ټوک/ ۹۳ مخ: «عن مسروق قال: کنا جلوسا لیلة عند عبدالله یقرأنا القرآن فسأله رجل فقال: یا ابا عبدالرحمن هل سألتم رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم کم یملک هذه الامة من خلیفة؟ فقال: عبدالله ما سألنی عن هذا احد منذ قدمت العراق قبلک، قال: سألناه، فقال: اثناعشر عدة نقباء بنی اسرائیل.»
په دې موضوع کې راغلي روایات په تېرو کتابونو کې منحصر نه دي؛ بلکې په تېرو ځینو کتابونو کې تردې هم ډېر دي چې ترې اخستل شوې او د لنډیز په پار په دې شمېر بسیاینه وشوه[205].
د دولس تنو امامانو په هکله له رسول اکرم(ص) څخه راغلي نصوص مشرانو اصحابو کرامو رضی الله عنهم روایت کړی لکه: حضراتو عبدالله بن مسعود،عبدالله بن عباس، سلمان فارسي، ابی سعید خدري، ابي ذر غفاري، جابر بن سمرة، جابر بن عبدالله، انس بن مالک، زید بن ثابت، زید بن ارقم، ابی عمامه، واصلة بن اسقع، ابی ایوب انصاري، عمار بن یاسر، حذیفه بن اسید، عمران بن حصین، سعد بن مالک، حذیفة بن یمان، ابی قتاده انصاري او نور.
په دې روایت کې څه ټکي دي لکه:
(۱) په دولسو تنو کې د خلفاوو حصر.
(۲) تر قیامتة ددې دولسو تنو د خلافت استمرار او غځېدا.
(۳) ددین عزت په دوی پورې تړاو لري.
(۴) له علمي او عملي پلوه ددین ټینګښت ورپورې اړه لري؛ ځکه ددین ټینګښت (او قیام) په هغو خلفاوو پورې اړوند دی، چې له علمي پلوه ددین د پوهاویو او حقایقو څرګندوونکي او له عملي اړخ د حق او ددین د عادلانه قوانینو پلي کوونکي او مجریان وي او دا دواړه مهم کارونه یوازې له هغو شرایطو سره کېدوني دي، چې خاصه په دولس ګونو خلفاوو کې قایل دي.
(۵)د بني اسرائیلو له نقیبانو سره تنظیر (ساریتوب) چې له الهي نصب څخه راولاړ دی؛ لکه چې د «وبعثنا منهم اثنی عشر نقیبا؛ او په دوی کې مو دولس تنه مشران وټاکل» آیته ګټنه کېږي.
(۶)دا ټول قریشي دي.
هغه خلفا چې دغسې ځانګړنې ولري ایا بې له دولس ګونو امامانو له (طریقې او) لارې د انطباق وړ کېدای شي؟!
ایا د یزید په خلافت کې، د اسلام عزت او د بني اسرائیلو د نقیبانو په څېر یو حکومت شونېدای شي؟!
څه چې وویل شول، ځینو عامه عالمانو هم منښته کړې چې دا احادیث نه تر پېغمبر(ص) روسته پر خلفاوو تطبېقېږي- ځکه تر دولسو تنو لږوو- او نه پر اموي پاچایانو- ځکه ظلم یې کاوه او شمېر یې تر دولسو ورزیات و- او نه پر عباسي چارواکیو – ځکه تر دولسو تنو ورزیات او د «قل لا اسالکم علیه اجرا الا المودة فی القربی؛ زه د خپل تبلیغ او رسالت په بدله کې، څه باړه درڅخه نه غواړم؛ خو (زما) له خپلوانو (= اهلبیت) سره منیه (هرومرو غواړم)[206]» آیت[207] یې مراعات کړی نه دی؛ نو دا حدیث بې د اهل بیتو له دولس ګونو امامانو پر نورو نه تطبیقېږي؛ ځکه دوی د خپلې زمانې خورا پوهان، پرهیزکاران او اوچت وګړي وو، د حسب او نسب له مخې افضل او د الله په نزد عزتمن او عالمانو او څېړونکیو دوی په دې منزلت او مقام پېژندلي دي[208].
سدي په خپل تفسیر کې روایتوي: «د حضرت سارا (بي بي) حضرت هاجره (بي بي) ښه نه ایسېده خدای تعالی ابراهیم (ع) ته وحې وکړه: اسماعیل او مور یې دربوځه، او په مکې کې یې هستوګن کړه، چې په یقین ځوځات دې خوروم او دوی پر هغه چې پر ما کافر شوی درنوم (برلاسوم) او له ځوځاته یې دولس تنه ستروم[209]».
او دا هغه څه دي چې له تورات (تکوین سفر، اولسم باب) سره اړخ لګوي چې خدای ابراهیم(ع) ته وویل: «او د اسماعیل په باب مو ستا دعا قبوله کړه، دادی نوموړی مې برکتي او خورا ډېر کړی مې دی، دولس تنه رئیسان (مشران) به ترې رادبره شي او یو ستر امت ترې رامنځ ته کوم».
د خاصه و له لوري له معصوم نه د دولس ګونو امامانو امامت په سمو روایاتو او متواتر نص – چې له سندي اړخ هم په تول پوره دی- ثابت دی. په دې لنډ بحث کې په لوح حدیث- چې په ګڼو اسنادو چې ځینې یې ډاډمن دي او د محدثینو مشرانو روایت کړي- بسیاینه کېږي او له دې ټولګې دوه روایته راوړو:
لومړی: شیخ صدوق(رح) له پینځم امام (باقر رحمة الله) له جابر بن عبدالله انصاري رضی الله عنه روایتوي چې ویې ویل: فاطمې (س) ته ورغلم او په مخ کې یې یوه دړه وه چې د وصیانو نامې پکې وې؛ومې شمېرل، دولس تنه، روستی یې قایم و، درې یې «محمد» او څلور یې «علی» وو[210].
دویم: دا روایت غیبي اخبار رانغاړي او متن یې شاهد دی چې د عصمت له مقامه صادر شوی، چې د خاصه و محدیثنو مشرانو (لکه شیخ مفید، شیخ کلیني، شیخ صدوق او شیخ طوسي، له عبدالرحمن بن سالم له ابی بصیر له شپږم امام (صادق) علیه السلام روایت کړی او روایت ته ورنژدې مضمون دادی:
پلار مې جابر بن عبدالله انصاري (رضی الله عنه) ته وویل: په یقین څه پوښتنه لرم، څه وخت فرصت لرې چې په خلوت کې دې ووینم او ویې پوښتم؟
جابر وویل:څه وخت چې دې خوښه وي.
جابر یې په خلوت کې ولید، ورته یې وویل: جابره! له هغې دړې مې خبر کړه چې زما د مور فاطمې بي بي (د رسول اکرم(ص) لور) په لاس کې دې لیدلې وه او په دړه کې له لیکنې مې مور خبر کړې.
جابر وویل: الله شاهد نیسم چې د رسول الله(ص) پر ژوندوني ستا مور فاطمې ته ورغلم او د حسین(ع) د زوکړې مبارکي مې ورته وویله،دده په دواړو لاسونو کې مې یوه شنه دړه ولیده چې ګومان مې وکړ، د زمردو ده او لمر ته ورته سپینه لیکنه مې پکې ولیده. ورته مې وویل: د رسول الله (ص) لورې مور و پلار مې درځار، دا دړه څه ده؟ راته یې وویل: دا دړه خدای خپل رسول ته ور ډالۍ کړې ده، زما د پلار نامه، زما د مېړه نامه، د دواړو زامنو نامې مې او زما د زامنو د وصیانو نامې پکې دي او پلار مې په زېري را ډالۍ کړه.
جابر وویل: مور دې (فاطمې «س») دا دړه راکړه، ومې لوسته او یوه نسخه مې ترې ولیکله.
پلار مې وویل: جابره! دا نسخه را ښکاره کوې؟
ویې ویل: هو. پلار مې د جابر کورته ورسره ولاړ، د نازک پوټکي یوه لیکنه یې را و ایسته، ویې ویل: جابره! خپلې لیکنې ته دې ګوره چې درته یې ولولم.
جابر خپلې نسخې ته کتل او پلار مې ولوسته، ټکی په ټکی سمه وه او مخالفت پکې نه و، جابر وویل: خدای شاهد نیسم چې په دړه کې مې دغسې لیکنه لیدلې:
«بسم الله الرحمن الرحیم دا د عزیز حکیم خدای له لوري خپل پېغمبر محمد ته یو کتاب دی، رڼایې ده، سفیر یې دی، حجاب یې دی، دلیل یې دی، چې روح الامین د نړی پال (رب العالمین) له لوري نازل کړی دی. محمده! دنامو مې درناوې وکړه، د نعمتونو مې مننه وکړه،باطني لورني مې مه انکاروه، په یقین زه یم الله چې بې له ما خدای اومعبود نشته. د جبارانو ځپونکی، د مظلومانو ملاتړی، د جزاورځې جزا ورکوونکی، په یقین زه هغه الله یم چې بې له ما خدای او معبود نشته،څوک چې بې زما له فضل او لورنې هیلمن وي یا بې زما له عدله وډار شي،داسې یې عذابوم چې یو نړیوال به مې هم عذاب کړی نه وي؛ نو و مې لمانځه، بروسه راباندې وکړه، په یقین هر پېغمبر چې مې لېږلی؛ نو تر وفات وړاندې مې وصي ورته ټاکلی؛ په یقین پر انبیاوو مې فضیلت درکړ او پر اوصیاوو مې ستا وصي ته فضلیت ورکړ او د زمري په دوو بچیو او دوو سبطو، حسن و حسین مې عزتمن کړې؛ نو حسن مې د پلار یې تر وخت پوره کېدو روسته د خپلې پوهې کان او حسین مې د خپلې وحې زېرموال کړ، په شهادت مې عزتمن کړ او په نېکمرغي مې پای ته ورساوه؛ نو دا تر هر شهید افضل دی او درجه یې له ټولو شهیدانو اوچته ده، خپله تامه کلمه او خپل بالغه حجت مې ورسره کېښود،په ځوځات یې ثواب او عذاب ورکوم؛ لومړی یې علی دی،سید العابدین او زما د تېرو اولیاوو ښکلا او زوی یې خپل ستایل شوي (محمود) نیکه ته ورته؛ محمد دی چې زما د علم او پوهې باقر (چاودونکی، چوونکی، څېروونکی) دی او زما د حکمت کان دی، ډېر ژر به هغوی هلاک شي چې د جعفر په باب شکمن شي، چا چې رد کړی لکه چې زه یې رد کړی یم، خبره مې حق ده چې په یقین د جعفر درنښت کوم او نوموړی یې په لارویانو مرستندویانو او دوستانو کې خوشحالوم؛ روسته ترې موسی دی، چې په پېر کې به یې ړندې تیارې فتنې رانغاړونکې شي، داچې فرض اړیکه مې نه پرې کېږي او حجت مې نه پټېږي؛ نوځکه ولیان مې په سرشار جام خړوبېږي، څوک یې چې له یوه نټه وکړي زماله نعمته یې نټه کړې او څوک مې چې د کتاب کوم آیت واړوي تور یې راپورې تړلی او چې زما د بنده، حبیب او مختار وخت پوره شو ؛ نو د علي پر نانټو او تور تپونکیو دې افسوس وي، زما ولي او یاور دی او هغه دی چې د نبوت درون پېټي ور پراږو کوم او په چار کې یې په سختی امتحانوم او یو سرغړاند عفریت (بدغونی) یې وژني او په هغه ښار کې چې یو صالح بنده جوړ کړی،زما د بدترین مخلوق تر څنګ ښخېږي؛ خبره مې حق ده، په زوی یې محمد خوشحالوم، ترده روسته یې خلیفه دی،د پوهې یې پاتوړی دی، ترده روسته زما د پوهې کان دی،زما د خوالو ځای او پر خلکو مې حجت دی، چاچې ایمان پرې راووړ، جنت یې ځای دی او د کورنۍ د اویاتنو دوزخیانو په باب یې شفاعت منم او زوی یې علي ته نېکمرغي ورپربرخه کوم، زما ولي، زما یاور، په خلکو کې مې شاهد، پر وحې مې امین، له ده خپلې لارې ته مې رابلونکی ترې راوباسم او د خپلې پوهې زېرموال؛ حسن، او په خپل زوی م ح م د، یې (کامل او) پوره کوم، چې رحمة للعالمین دی. د موسی کمال، د عیسی نېکچاري، د ایوب صبر ورسره دی؛ په پېر کې یې زما ولیان ذلیلېږي، او سرونه یې یو بل ته د ترک او دیلم د سرونو په څېر ډالۍ کېږي، وژل کېږي او سوځول کېږي او دوی په ډار او وحشت کې وي، ځمکه یې په وینو رنګېنېږي، د ښځو چغې یې اوچتېږي، دوی مې په حق ولیان دي، په دوی هره ړنده تیاره او سخته فتنه لرې کوم او زلزلې راسپړم او درانه او کړښتونه لرې کوم،همدوی دي چې د خپل پالونکي صلوات او لورنې پرې دي او همدا دوی ښیون شوی دي[211]»
د حدیث تر تمامولو روسته، ابو بصیر عبدالرحمن بن سالم ته وویل: که په خپل عمر کې بې له دې حدیثه بل وانه ورې همدا درته بسیا دی، له نااهلو یې پټ کړه.
د پاکلمنو امامانو د امامت دلایل تردې ډېر دي چې په دې لنډه لیکنه کې ځای شي؛ خو د امامت د اوچت مقام پېژندنې لپاره دا بحث په یوه روایت پای ته رسوو، او دا هغه روایت دی چې شیخ المحدثین محمد بن یعقوب کلیني له محمد بن یحیی (چې نجاشي یې په باب وايي: شیخ اصحابنا فی زمانه، ثقه، عین او نژدې شپږ زره روایات یې کړي دي) او ده له احمد بن محمد عیسی (شیخ القمیین وجههم وفقیههم غیر مدافع، او د حضرت رضا، حضرت جواد او حضرت هادي له اصحابو دی) او ده له حسن بن محبوب (چې د خپلې زمانې یو له څلورو ارکانو او له هغو فقهاوو دی، که په سم سند روایت ترې وشي پر سموالي یې اجماع او یو خوله توب دی او د موسی بن جعفر او ابی الحسن الرضا له یارانو دی) او ده له اسحاق بن غالب (چې پر ځانګړې ډاډمنتیا سربېره، هغه دی چې د صفوان بن یحیی په څېر روایت ترې کړی) او ده له ابی عبدالله روایت کړی، چې ابي عبدالله په یوې خطبې (وینا) کې د امامانو حالات او ځانګړتیاوې یادولې او داچې د امام په کلام کې یوه ځانګړی لطف دی چې ستایل کېدای نشي، د حدیث د متن یوه برخه یادوو:
عن ابی عبدالله(رح)[212] في خطبة له یذکر فیها حال الأئمة علیهم السلام و صفاتهم: ان الله عزوجل أوضع بأئمة الهدی من أهل بیت نبینا عن دینه، و أبلج بهم عن سبیل منهاجه، و فتح بهم عن باطن ینابیع علمه، فمن عرف من امة محمد صلی الله علیه و اله وسلم واجب حق امامه، وجد طعم حلاوة ایمانه، و علم فضل طلاوة اسلامه، لأن الله تبارک و تعالی نصب الامام علما لخلقه، و جعله حجة علی أهل مواده و عالمه، و ألبسه الله تاج الوقار، و غشاه من نور الجبار، یمد بسبب الی السماء، لا ینقطع عنه مواده، و لا ینال ما عندالله الا بجهة أسبابه، و لا یقبل الله اعمال العباد ألا بمعرفته، فهو عالم بما یرد علیه من ملبتسات الدجی، و معمیات السنن، و مشبهات الفتن، فلم یزل الله تبارک و تعالی یختارهم لخلقه من ولد الحسین علیه السلام من عقب کل أمام یصطفیهم لذلک و یجتبیهم، و یرضی بهم لخلقه و یرتضیهم، کل ما مضی منهم أمام نصب لخلقه من عقبه اماما علما بینا، و هادیا نیرا، و أماما قیما، و حجة عالما، أئمة من الله، یهدون بالحق و به یعدلون، حجج الله و دعاته و رعاته علی خلقه، یدین بهدیهم العباد و تستهل بنورهم البلاد، و ینمو ببرکتهم التلاد، جعلهم الله حیاة للأنام، و مصابیح للظلام، و مفاتیح للکلام، و دعائم للاسلام، جرت بذلک فیهم مقادیر الله علی محتومها.
فالامام هو المنتجب المرتضی، والهادی المنتجی، و القائم المرتجی، اصطفاه الله بذلک و اصطنعه علی عینه فی الذر حین ذرأه، و فی البریة حین برأه، ظلا قبل خلق نسمة عن یمین عرشه، محبوا بالحکمة فی علم الغیب عنده، اختاره بعلمه، و انتجبه أبراهیم، و سلالة من أسماعیل، و صفوة من عترة محمد صلی الله علیه واله وسلم لم یزل مرعیا بعین الله، یحفظه و یکلؤه بستره، مطرودا عنه حبائل أبلیس و جنوده، مدفوعا عنه وقوب الغواسق و نفوث کل فاسق، مصروفا عنه قوارف السوء، مبرءا من العاهات، محجوبا عن الآفات، معصوما من الزلات، مصونا عن الفواحش کلها، معروفا بالحلم و البر فی یفاعه، منسوبا ألی العفاف و العلم و الفضل عن انتهائه، مسندا ألیه أمر والده، صامتا عن المنطق فی حیاته.
فأذا انقضت مدة والده، ألی آن انتهت به مقادیر الله ألی مشیئته، و جاءت الأرادة من الله فیه ألی محبته، و بلغ متهی مدة والده فمضی و صار أمر الله ألیه من بعده، و قلده دینه، و جعله الحجة علی عباده، و قیمه فی بلاده، و أیده بروحه، و أتاه علمه، و أنبأه فصل بیانه، و استودعه سره، و انتدبه لعظیم أمره، وأنبأه فضل بیان علمه، و نصبه علما لخلقه، و جعله حجة علی أهل عالمه، و ضیاء لأهل دینه، و القیم علی عباده، رضی الله به أماما لهم…..
ژباړه: « په یقین عزوجل خدای زموږ د پېغبمر د اهل بیتو د مشرانو په ښیون خپل دین څرګند او خپله لار یې روښانه کړه او په دوی یې د خپلې پوهې د سرچینو باطن راوسپړه؛ نو د محمد(ص) هر امتي دې د خپل امام واجب حق وپېژني د خپل ایمان خونددې وڅکي او د خپل اسلام د ښېرازۍ لورنه دې وپېژني؛ځکه تبارک و تعالی خدای امام خپلو مخلوقاتو ته نښه درولې او د فیوضاتو خاوندانو او خپلې نړۍ ته یې حجت کړی او د وقار تاج یې ورپر سر کړی او په جبار نور یې پوښلی دی.
په یوه لامل د اسمان خوا ته غځول کېږي، د الله فیوضات ترې نه پرې کېږي او څه چې له خدای سره دي یوازې په وزلو یې ترلاسه کېږي او الله د خپلو بندګانو عبادت هله قبلوي چې الله وپېژني؛ نو خدای پاک بندګانو ته د ورپېښو ستونزو په تیارو پوهېږي او هم د سننو په معماوو او د فتنو په شکونو. الله تبارک و تعالی خلکو ته امامان د حسین (ع) له ځوځاته، د هر امام زوی ټاکي، دوی د خلکو چارو ته غوره کوي او خدای په دوی له خلکو راضي او دوی مني. که یو یې مړ شي، له ځوځات یې یو امام ورته ټاکي، چې د خدای له لوري حق ته ښیون کوي او په حق قضاوت- او خلک حق ته ورسیخوي- دوی د خدای حجتونه، خدای ته بلونکي او د خدای له لوري د خلکو مدیران او پالندویان دي، په دوی د خدای بندګان هدایت مومي او په رڼا یې ښارونه رڼا کېږي او په برکت یې زړې شتمنی وده مومي. الله تعالی دوی د خلکو ژوندون، د تیارو ډیوې د خبرو کونجیګانې او د اسلام ستنې کړې دي. په امام په دوی کې د خدای حتمي (او هرومرو) مقدرات بهېدلي دي.
نو امام غوره کړای شوی، خواله ساتی لارښود او هغه قایم دی چې ورته هېلمندي ده. الله تعالی چې کله په «عالم ذر» کې پیدا کړ، په خپل نظر یې جوړ کړ او مخکې تردې چې په خلکو کې سا واچوي، امام یې د عرش په ښیي لوري کې یو سیوری پیدا کړ. په غیبي علم کې خدای حکمت ورکړ، په خپلې پوهې یې غوره کړ، د پاکوالي په پار یې و ټاکه، په داسې حال کې له آدم(ع) نه پاتې، د نوح(ع) له ځوځاته اختیار کړای شوی، له آل ابراهیم (ع)نه غوره شوی، د اسماعیل(ع) له اولادې او د محمد(ص) له عترته نږه او چاڼ شوی دی. تل د الله تعالی تر څارنې لاندې دی او په خپل ستر یې ساتي او د شیطان لومې او لښکر ترې شړل شوی دی،شپه مهال ورتلوونکې (فتنې) او د هر فاسق چلونه ترې لرې شوي، د بدیو ورمخې ته کوونکي ترې اړول شوي، له فسادونو پاک، له آفتونو خوندي، له ښویېدونو پاکلمني او له هر ډول بدیو خوندي او بچ دی.
په ځوانۍ کې په زغم او نېکچاری مشهور، په زړښت کې په عفت،علم او فضل یاد شوي، د خپل پلار په امر ډاډ پرې شوی، په داسې حال کې چې د خپل پلار پر ژوندوني له خبرو چوپ و؛ خو چې د پلار موده یې پوره شوه او ومړ؛ نو د خدای چار ورتر غاړې شو او نوموړی یې پر بندګانو حجت او په ښارونو کې خپل پالندوی کړ او په خپل روح یې تایید کړ، خپله پوهه یې ورکړه او داسې قوت او خوله یې ورکړه چې حق له باطلو بېلوي او خپل خواله ساتی یې کړ او خپل ستر چار ته یې وباله او دخپلې پوهې د څرګندولو لورنه یې پرې وکړه او د خپل مخلوق بیرغ یې کړ او د نړیوالو حجت،د دیندارانو رڼا او پر خپلو بندګانو یې پالندوی کړ، امت ته یې د مشرۍ(امامت) لپاره غوره کړل……….»
که څه ددې روایت هر غونډله اوږده شرح غواړي؛ خو څو ټکیو ته یې اشاره کوو:
الف- امام په لومړی غونډله کې د هدایت امامان د خطبې موضوع کړې ده؛ ځکه امت ته د امام د شتون اړتیا څرګنده ده: « يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ (اسراء- ۷۱): (درياده كړه هغه ورځ) چې موږ هره ډله یې له مشرانو سره راوبولو » او د امت امام هم باید د ښیون امام وي، لکه چې خدای ویلي: « وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا »( سجده- ۲۴): او له دوى مو يو شمېر (په خپل دين كې) د زغم او زموږ پر آيتونو د باور له لامله لارښوونكي كړل، « إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ » (رعد- ۷): [ای پېغمبره !] ته يوازې ګواښګرندی يې او هر قوم ته يو لارښود دى.
د هدایت د امام پېژندنه پر هدایت پېژندنې ولاړه ده او د هدایت پېژندنې لپاره باید د قرآن مجید په آیتونو کې څېړنه او تدبر وکړو چې په اړه یې له (۲۹۰) ډېر آیتونه راغلي او په دې لنډه لیکنه کې یې شرح نه ځاييږي؛ ځکه هدایت، د خلقت (پنځون) کمال دی: « قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى» (طه- ۵۰): ويې و يل: ((پالونكى مو هغه دى، چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل خپل پيدايښت او جوړښت وركړ، بيا يې لار وروښووله.))
، « سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى»( اعلی، ۱- ۳): د خپل ډېر اوچت پالونكي نامه وستايه،هغه [پالونكى]چې [ټول څيزونه يې] پيدا او انډول يې كړل، او هغه [پالونكى] چې [هر څه يې] په اندازه كړي او لار يې وروښووله،
او هر مخلوق د خپل خلقت په تړاو هدایت مومي او داچې انسان د « احسن تقویم) له مخې پنځول شوی؛ نو هدایت یې د «عالمِ امکان» اوچتترین کمال دی او یو خورا ستر نعمت دی چې اشرف مخلوقات ته ورکړای شوی دی:
« وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا »( فتح- ۲): او خپله پېرزوېنه درباندې بشپړه كړي او سیده لار دروښيي؛
امام په دې حدیث کې د امامت د مقام عظمت په «ائمة الهدی» یادکړی او بلکې نظروالو ته یې د امام ځانګړنې روښانه کړي، چې دغسې یو ملزوم څه لوازم لري؛ تر اجمال روسته، په تفصیل لګیا شوی او په دین کې یې د امام د شتون پر ونډې پیل کړی، چې خدای د خپل قانون تفسیر د خلکو نظریاتو ته- چې د تېروتنې (خطا) او اختلاف په درشل کې دي- ورپرېښی نه دی؛ ځکه په دې دواړو آفتونو ددین د تشریع موخه ټکنۍ کېږي او امت د هدایت د رڼا پر ځای، په تیارو (ظلمات) او بې لارېتوب کې راښکېلېږي؛ بلکې «ائمه هدی» یا د ښیون مشرانو ته یې، ددین په آرونو او څانګو ( اصول او فروع) کې چې بشر ته کوم مبهم ټکي پیدا کېږي، ورڅرګند کړي دي: « ان الله عزوجل او صح بائمة الهدی من اهل نبینا عن دینه».
ب: انسان د خپل فطرت په تقاضا، د خپل پنځګر په لټه کې دی او دا فطرت هله خپله موخه ترلاسه کولای شي، چې د خدای پر دین ولاړ شي او استقامت پرې وکړي: « قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي » (یوسف- ۱۰۸): ووايه: (( دا زما لار ده، چې زه او زما لاروي په پوهې او دليل (خلك) د الله لوري ته رابولو! او دخدای له لارې د اورېدو عوامل – تېروتنې، هوسونه، ځان غوښتنې، د جنسي او انساني شیاطینو لوټماران- د قرآن په وینا په هرې زمانې کې شته: « وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ »( انعام- ۱۵۳): او پر خپرو ورو لارو مه ځئ، چې له حق لارې مو لرې كوي، « اشْتَرَوْاْ بِآيَاتِ اللّهِ ثَمَنًا قَلِيلاً فَصَدُّواْ عَن سَبِيلِهِ إِنَّهُمْ سَاء مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ » (توبه- ۹): (مشرکانو) د الله آيتونه په ناڅيزه بيه وپلورل او (خلك يې) د هغه له لارې منع كړل،په رښتيا يې چارې ناوړې دي. ؛ نو د یو مشر شتون لازم دی چې د فطرت له تکوینه موخه – چې خدای ته ورسېدل دي- او ددین د نېغې لارې (صراط مستقیم) تشریع- چې خدای ته دور رسېدو لار ده –یې په روشنګرۍ، څرګندنو، ویناوو او توضیحاتو عملي شي: « وایلج عن سبیله منهاجه».
ج: او په انسان کې دعقل له پنځونه موخه، د علم او معرفت حقیقت ته ورسېدل دي او د عقل او ادراک له پنځګره د انسان ذاتي غوښتنه داده:
پالونکیه! هر څیز څنګه چې دی راته وښیه او غواړي پوه شي له کوم ځایه راغلی، چېرې دی او چېرې ځي او د خپل شتون او نړۍ پیل و پای څه ده؟ او د انسان د ادراک تنده بې د الهي علم د ژوندون له اوبو نه ماتېږي، که نه د حکمت عاقبت (او پای) هم- چې حیرة الکمل دی- دادی چې پوه شي نه پوهېږي. په دې پار دیوه الهي انسان شتون لازم دی چې دالهي علومو سرچینو ته لار لري او په لپو یې د حقیقت تږي خړوب شي او د عقل او ادراک له تکوینه موخه ترلاسه شي، لکه چې امام په ډاډمن نص کې وویل: « من زغم ان الله یحتج بعبده فی بلا ده ثم یسترعنه جمیع ما یحتاج الیه فقد افتری علی الله[213]»
هو! دا ګومان چې متعال خدای څوک پر یوه بنده حجت کړي او څه چې نوموړی ورته اړمن دی له دې حجته پټ کړي او پوهه یې ورنه کړي؛ نو دا یو تور دی چې د الله تعالی د لایتناهي علم، قدرت او حکمت له نه پېژندنې راولاړ شوی؛ نوځکه یې ویلي دي: «و فتح بهم عن باطن ینابیع علمه».
د: « والبسه تاج الوقار» د امام پر سر د علم و قدرت د وقار تاج دی: « فدلالة الامام فیما هی؟ قال: فی العلم و استجابة الدعوة[214]»؛ ځکه ناپوهي ( جهل) او بېوسي د انسان د اندېښمنی سرچینه ده او امام د کتاب الله ښوونکی – او د ثقلینو حدیث په نص دده او کتاب الله تر منځ بېلتون نشته او کتاب هم د [«وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ » (نحل- ۸۹): او موږ دا كتاب پر تا نازل كړى، چې د ټولو څيزونو څرګندوونكى دي.] په غوښتنه د هر څیز څرګندونکی دی- شونې نه ده په کتاب الله کې پر هر شته پوهې او علم ورچاپېر (محیط) نه وي او دا ټکي له دې معتبر حدیثه ګټنه کېږي:
« عن ابن بکیر عن ابی عبدالله(ع) قال: کنت عنده فذکروا سلیمان و ما اعطی من العلم و ما اوتی من الملک، فقال لی: و ما اعطي سلیمان بن داود انما کان عنده حرف واحد من الاسم الاعظم و صاحبکم الذي قال الله قل کفی بالله شهیدا بیني و بینکم و من عنده علم الکتاب و کان و الله عنده علي علم الکتاب، فقلت: صدقت و الله، جعلت فداک[215]»
ژباړه: ابن بکیر وویل: له ابی عبدالله (ع) سره وم؛ نو سلیمان علیه السلام او څه چې له علم او پاچاهي (ملک) ورکړای شوي وو، یاد شول، راته یې وویل: سلیمان ته یوازې او یوازې «اسم اعظم» ورکړای شوی و او خاوند مو خدای داسې ستایلی:
«الله زموږ او ستاسې تر منځ شاهدۍ ته بس دی او هغه چې د کتاب پوهه ورسره ده» او والله له علي سره د کتاب پوهه وه؛ نو مې وویل: والله، رښتیا دې وویل: درځار».
او امام له «امر الله» سره د اړیکې په پار، دعوت (دعا او ښېرا) یې قبلېږي او په دې علم او قدرت یې د وقار تاج پر سر دی.
ه: «و غشاه من نور الجبار» داچې نور د جبار پر سپېڅلې نامې ور زیات شوی او له الهي اسماوو په هر اسم (او نامې) ور زیاتونه، د ور زیاتونې په تقاضا، ددې اسم (نامې) ځانګړتیاوې خپلوي او خدای د جبار په سپېڅلې نامې، د هر ډول ماتې جبرانوونکی دی « یا جابر العظم الکسیر[216]»؛ نوځکه امام د جبار په رڼا (نور) پوښل شوی او کومې ماتې او درزونه چې د اسلام او مسلمانانو پرتنې پیدا کېږي په دې رڼا یې جبران کړي.
و: ائمة من الله یهدون بالحق و به یعدلون» امام هغه دی چې خدای تعالی امامت ته په خپله خوښه (غوره) ټاکلی دی؛ نوځکه هر امام چې ومري، الله تعالی یې پر ځای بل امام نصبوي چې خلک هدایت کړي او پر هستی یو حجت وي، چې د انسان د پنځون او دپېغمبرانو د بعثت موخه عملي شي او د پېغمبرانو بعثت په دوو ټکیو کې رالنډېږي: په حق هدایت او په حق عدالت، چې دا د نظري او عملي حکمت نچوړ او د انسان د عقلي او ارادي کمال انتها ده او ددې دوو چارو پلې کول یوازې په عقلي وزلې (چې هر څیز څنګه چې دی وپېژني) او یوې (پخې) ارادې (هر کار څنګه چې ښايي ویې کړي) شونې دي او بېشکه د علمي او عملي عصمت خاوند دا چارې کړای شي؛ نوځکه یې وویل: «ائمة من الله یهدون بالحق و به یعدلون ».
ز: « اصطفاه الله بذلک و اصطفه علی عینه فی الذر حین ذراه»
امام هغه دی چې متعال خدای په عالمِ ذر کې د خپل عرش په ښيي خواکې دده د وجود زڼی جوړ کړی او تر خپلې څارنې لاندې روزلی او له خپلې غیبي پوهې یې –چې هېڅوک لار ورته نه لري: « إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ » (جن- ۲۷): خو هغه استازي (ترې خبروي) چې (دې کار ته يې) غوره كړي- حکمت ورډالۍ کړی اود نسب له اړخ په دې پنځونه کې د نوح بهترینه اولاده، د ال ابراهیم غوره، د اسماعیل ځوځات او د محمد(ص) د عترت نږه دی او جسم یې له ټولو نیمګړتیاوو پاک او روح یې له هر ډول ښویېدنو او هرې ګناه خوندي دی.
هغه ابلیس چې وویل: [«قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ، إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ » (ص، ۸۲- ۸۳): (ابليس) وويل: (( ستا پر عزت قسم، چې هرومرو به دوى ټول تېر باسم؛ خو بې له هغو بندګانو دې، چې له دوی راچاڼ شوي دي.))] د الله له پاک ذاته په [« حجر- ۴۲: إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ: په (نږه ) بندګانو مې برلاسېدای نشې » قوت شړل شوی دی.
«و صار امر الله الیه من بعد» امراللهی چې تر هر امام روسته بل ته وررسي، داسې امر دی چې شپږم امام (جعفر) په سم روایت کې ویلي: « ان الله واحد موحد؛لواحدانیة، متفرد بامره فخلق خلقا فقدرهم لذلک الامر، فنحن هم یا ابن ابی یعفور، فنحن حجج الله فی عباده و خزانه علی علمه والقائمون بذلک[217]))
ژباړه: « سکه الله یو دی، په ایکي یو توب مؤحد دی او په خپل چار متفرد دی؛ نو یوه پنځونه یې وکړه او دې چار ته یې ورمقدر کړه؛ نو ای ابن ابی یعفوره! موږ همدغه یوو؛ نو موږ د خدای په بندګانو کې د الله حجتونه یوو او د علم یې زېرموال او پرې قایم یوو.»
ح:« و ایده بروحه» کوم روح چې خدای امام پرې تایید کړی هغه روح دی چې ابی بصیر په سم حدیث کې وویل: «له ابی عبدالله مې واورېدل چې ویل یې: « وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي»( اسراء- ۸۵): او د ((روح)) (د څرنګتيا) په باب دې پوښتي، ووايه: ((روح (له پاسنۍ نړۍ او) زما د پالونكي امر دى. تر جبرئیل او میکائیل یو ستر مخلوق دی، بې له محمده (ص) له نورو تېرو سره نه و، او دا له ائمه و سره دی او په زغم مرسته ورسره کوي…[218] »
« وآتاه علمه» او خپله پوهه یې ورکړې ده. له پینځم امامه په سم نص خدای دوه علمونه لري، هغه علم چې یوازې الله پرې پوهېږي او هغه علم چې پرښتو او پېغمبرانو ته یې ورښوولی، چې امام پر دې روستي پوهېږي.[219]
« واستودعه سره» او خپل راز یې ور وسپاره (یعنې خپل خواله ساتی یې کړ) او ابوالحسن په سم حدیث کې ویلي: سر الله، خدای جبرئیل ته وسپاره، جبرئیل محمد(ص) ته وسپاره او محمد چا ته چې خدای وغوښتل وروسپاره[220].
ط: «رضی الله به اماما لهم» بېشکه امت، امام ته اړمن دی او د امت امام باید د الله په خوښه وي، هغه خدای چې د علم او جهل (پوهې او ناپوهې) تر منځ پوهه (علم) خوښوي: « قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ »( زمر- ۹): ووايه: ((ايا پوهان او ناپوهان سره برابر دي؟! او د روغتیا (سلامت) او آفت (کړښته) تر منځ سلامي خوښوي: « يَهْدِي بِهِ اللّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلاَمِ»( مائده- ۱۶): د امن او سلامتۍ لارې ورښیي او په خپل توفیق یې له تیارو ځنې رڼا ته راباسي او سمه لار ورښيي. او د حکمت او سفاهت (کمعقلۍ) تر منځ حکمت خوښوي: « يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا » (بقره- ۲۶۹): (د الله) چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وګڼې) پوهه او حكمت وركوي او چا ته چې پوهه وركړه شي؛ نو بېشکه ستر خير يې وركړى دى.او د عدل او فسق تر منځ عدل خوښوي: « إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ » (نحل- ۹۰) او د حق و باطل تر منځ حق خوښوي: « وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا » (اسراء- ۸۱) او د صواب (سم) او خطا (تېروتنې)تر منځ صواب خوښوي: « لَّا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرحْمَنُ وَقَالَ صَوَابًا »( نبأ- ۳۸): او هېڅوك به د لوراند خداى بې اجازې خبرې نه كوي او (چې خبرې كوي؛ نو) حقې او سمې خبرې كوي.
هغه امامت ته خوښوي چې امامت یې د علم، عدل، روغتیا، حکمت، صواب، حق او هدایت امامت وي، او سره له دې چې احسن انتخاب (دښو ټاکنه) د الله ښه ایسي: « الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ » (زمر- ۱۸) او د احسن (ښو) په خپلولو امر کوي: « وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُواْ بِأَحْسَنِهَا »( اعراف – ۱۴۵) او په احسن وینا امر کوي: « وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ »( اسرأ – ۵۳) او په احسن جدال او (خبرو اترو) امر کوي: « وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ » (نحل- ۱۲۵) ددفع پر مهال، په احسن دفع امر کوي: « ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ »( مؤمنون – ۹۶) او خپله هم احسنه جزا ورکوي: « وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ » (نحل- ۹۷) او احسن الحدیث نازلوي: « اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ» (زمر- ۲۳)؛ نو ایا شونې ده د امت امامت ته بې له احسن چې اکمل،افضل، اعلم، اعدل، چې په دې حدیث کې د راغلیو هر اړخېزو ځانګړنو خاوند دی، بل خوښ کړي؟! او سره له دې چې د احسن پر لاروۍ امر د احسن د متبوعیت غوښتنه ده؛ نو څنګه شونې ده د نااحسن په امامت او متبوعیت خوښ او راضي شي؟!
« وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ» (مائده- ۵۰): او يقين والو ته به تر خدايه د چا پرېکړه غوره وي؟؛ نوځکه یې وویل: « وانتد به لعظیم امره وانباه فضل بیان علمه و نصبه علما لخلقه و جعله حجة علی اهل عالمه و ضیاء لاهل دینه و القیم علی عباده رضی الله به اماما لهم».
د زمانې مشر
ګرد اسلامي مذاهب یوه خوله دي چې رسول اکرم(ص) ویلي:
« څوک چې ومري او د خپلې زمانې مشر او امام ونه پېژني په جاهلیت مرګ مړ شوی دی[221]» که څه د امامِ زمان تفصیلی پېژندنه شونې نه ده؛ خو په لنډه پېژندنه یې بسیایینه کوو.
په عقلي او نقلي دلیل، په هرې زمانې کې دپاکلمني امام شتون لازم دی، چې د امامت په بحث کې وویل شول.
عقلي دلیل
د ځینو عقلي دلایلو لنډیز دادی چې نبوت او رسالت په خاتم پېغمبر(ص) پای ته ورسید؛خو قرآن چې پر پېغمبر نازل شوی- تل- د انسان د ښوونې او روزنې کړلار ده، چې ښوونکي او روزنپوه ته اړمن دی او قوانین یې د مدني بالطبع انسان د حقوقو تضمین دي او مفسر او پلي کوونکي ته اړتیا لري، ځکه د بعثت موخ د هغه ښوونکي په شتون پلې کېږي.څه چې په قرآن کې وي پرې پوه (عالم) وي او د اخلاقي فضایلو په اوچته مرتبه پسولل شوی وي- چې له « انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق[222]» مطلب دی- او همدا راز له هرې تېروتنې او ځاني غوښتنې پاک وي چې د خدای موخه چې د انسان علمي او عملي کمال دی ترلاسه شي: «الیه یصعد الکلم الطیب والعمل الصلح یرفعه[223]»
لنډه دا قرآن هغه کتاب دی، ددې منظور لپاره نازل شوی چې ټول بشري وګړي له اندیزو، اخلاقي او عملي تیارو ځنې رڼا ته راوباسي: کتب انزلنه الیک لتخرج الناس من الظلمت الی النور[224]»او دغسې منظور په داسې انسان شونی دی چې ځان یې له ټولو تیارو راایستلی وي، افکار، اخلاق او کړنې یې سراسر رڼا وي او دا پاکلمنی امام دی.
او که دغسې انسان نه وي؛ نو په امت کې د کتاب او حکمت ښوونه او قسط ته پاڅون څنګه شونېږي؟ او هغه قرآن چې د اختلافاتو لرې کولو ته راغلی، د خطا کارو افکارو او د ځاني غوښتنو په لومو کې د ښکېلو وګړیو له اړخ خپله د اختلاف وزله کېږي.
ایا هغه خدای چې د انسان په پنځونه کې، د احسن تقویم مراعات لپاره، دده مخ ته د وروځو له ونډې تېر شوی نه دی،شونې ده تېر منظور ته یو کتاب راولېږي او د رسولانو له رالېږلو او د کتابونو له نزوله- چې په احسن تقویم کې دانسان د سیرت انځور دی- موخه باطل کړي؟!
د تېرو په پامنیوي د رسول اکرم(ص) د کلام ټکی څرګندېږي چې هم د عامه و او خاصه و په کتابونو کې روایت شوی دی:
«من مات بغیر امام مات میة جاهلیة[225]»
او هم څه چې د خاصه و په کتابونو کې له امامانو روایت شوي لکه له علي بن موسی الرضا(رح):
«و ان الارض لاتخلو من حجة الله تعالی علی خلقة فی کل عصروا و انهم العروة الوثقی» الی ان قال:« و من مات ولم یعرفهم مات میتة جاهلیة[226]»
اوس چې ددین په اکمال او دهدایت نعمت په اتمام کې ددغسې یوې وګړې دشتون اغېز څرګند شو، که په نه شتون یې خدای خپل دین نیمګړی پرېږدي؛ نو یا یې د شتون د ناشونتیا له امله دی، یا یې د قدرت نه درلودو یا د خدای د حکمت نشتون دی او د درې واڼو د بطلان په څرګندتیا یې، د شتون اړتیا زبادېږي.
او د ثقلینو حدیث چې ټول پرې یوه خوله دي، ددغسې یوې وګړې د شتون دلیل دی، چې تل دا له قرآن او قرآن له دې جلاکېدونی نه دی او پر خلکو د خدای حجت څرګند حجت دی، ابن حجر هیتمي وايي: «الجاصل ان الحث وقع علی التمسک بالکتاب و بالسنة و بالعلماء بهما من اهل بیت و یستفاد من مجموع ذلک بقاء الامور الثلاثة الی قیام الساعة، ثم اعلم ان لحدیث التمسک بذلک طرقا کثیرة وردت عن نیف و عشرین صحابیا[227]».
پردې خبره منښته کوي چې ټول امت ددې روایت – چې څه له پاسه شلوتنو اصحابو له رسول اکرم روایت کړی دی- له مخې مؤظف دی چې پر کتاب، سنتو او داهل بیتو پر عالمانو منګولې ولګوي او له دې ټولو ګټنه کېږي او تر قیامته دا درې چارې پايښتې دي.
حق لار یوازې داده چې باید له قرأن سره مل د اهل بیتو یو عالم وي، چې د قرآن پر هر څه پوه وي؛ هغه چې- بې استثنا- ټول امت پر کتاب، سنتو او دده پر لاروی مؤظف دی او د هر چا ښیون په دې تمسک منګولو لګولو او لاروی پورې تړاو لري.
نقلي دلیل
پر دولسم امام مو ګروهه او راښکاره کېدل یې له معصومینو په متواتر (پرله پسې) نص – چې د امامت زبادولو یوه لار ده- زباد دی.
په قرآن مجید کې داسې آیتونه شته د عامه و او خاصه و په کتابونو کې د امامِ زمان د حکومت په راښکاره کېدو تفسیر شوي، چې ځینې یې دادي:
۱ – ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ)) (صف/۹)؛ (الله) هغه (ذات) دى، چې خپل استازی يې له لارښوونې او حق دين سره راولېږه، چې پر ټولو اديانو يې لاسبرى كړي،كه څه مشركان ناخوښه وي.))
ابو عبدالله ګنجي په «البیان فی اخبار صاحب الزمان» کتاب کې وايي:
« و اما د مهدي پاینه؛ نو په یقین په کتاب او سنتو کې راغلې ده؛ اما کتاب؛ نو په یقین سعید بن جبیر د عزوجل خدای ددې وینا« لیظهره علی الدین کله ولو کره المشرکون» په تفسیر کې ویلي: «هو المهدی من عترة فاطمه علیها السلام[228]»
((الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ( بقره- ۳): (متقیان)هغه دي، چې پر غيبو (څه چې له حسه پټ دي) ايمان لري، لمونځ كوي او له وركړې روزۍ مو (د الله په لار کې) لګښت كوي.))
ارواښاد فخررازي وايي: «ځینو شیعه و ویلي چې له غیب مراد، منتظر مهدي دی، چې په قرآن او روایت کې یې ژمنه ورکړای شوې ده؛ قرآن: «وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِم» (نور- ۵۵آیت): الله مو له هغو كسانو سره، چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي،ژمنه كړې، چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي؛لكه چې تر دوى مخكېنيو ته يې د ځمكې خلافت وركړى و او کوم دین یې چې ورته غوره کړی، په الهي ځواک به یې ورټینګ او تثبیت کړي او د وېرې حالت به يې پر ډاډ واړوي (داسې) چې يوازې ما نمانځي او هېڅ څیز راسره نه شريكوي او څوك چې تردې روسته كافر شي؛نو همدوى سرغاړي دي.))
؛ د پېغمبر(ص) وینا ده: «لو لم یبق من الدنیا الا یوم واحد لطول الله ذلک الیوم حتی یخرج رجل من اهل بیتی یواطی اسمه اسمی و کنیته کنیتی، یملا الارض عدلا و قسطا کما ملئت جورا و ظلما[229]».
ورپسې نیوکه کوي چې بې دلیله مطلق تخصیص (او ځانګړي کول) باطل دی[230]».
فخر رازي- د موعود مهدي په باب د قرآن او نبوي روایت پر وړاندې تسلیم دی او په دې هم منښته کوي چې غیب مهدي رانغاړي- انګېرلې چی شیعه و غیب مهدي ته ورځانګړی (اختصاص) کړی؛ خو هېر شوي یې دي چې شیعه مهدي د غیبو یو له مصادیقو ګڼي.
۳- ((وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ (زخرف- ۶۱): او په حقيقت كې د هغه (مسيح) شتون د قيامت (پوهېدو) ته یوه پوهه (او نښه) ده (؛ ځكه د عيسى راكېووتل، د قيامت نږدېوالى راښيي) هېڅكله پكې مه شكمنېږئ او زما لاروي وكړئ، چې دا سمه لار ده.))
ابن حجر وايي:«مقاتل بن سلیمان او لاروي مفسرینو یې ویلي، چې دا أیت د مهدي په باب نازل شوی دی[231]»
۴- ((وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (نور- ۵۵): الله مو له هغو كسانو سره، چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي،ژمنه كړې، چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي؛لكه چې تر دوى مخكېنيو ته يې د ځمكې خلافت وركړى و او کوم دین یې چې ورته غوره کړی، په الهي ځواک به یې ورټینګ او تثبیت کړي او د وېرې حالت به يې پر ډاډ واړوي (داسې) چې يوازې ما نمانځي او هېڅ څیز راسره نه شريكوي او څوك چې تردې روسته كافر شي؛نو همدوى سرغاړي دي. ))
چې په مهدي او واکمنی یې تفسیر شوی دی[232].
۵- ((إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّن السَّمَاء آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ(شعراء- ۴): كه وغواړو له اسمانه داسې معجزه ورکوزلاى شو، چې په عاجزۍ به خپلې غاړې ورته كېږدي.))
په دې آیت کې « آيَةً» د مهدي علیه السلام د راښکاره کېدو پر مهال په اسماني غږ – چې ګرد ځمکوال یې اوري- تفسیر شوی دی، او غږ دادی: «الا ان حجة الله ظهر عند بیت الله فاتبعوه فان الحق معه و فیه: باخبر، له بیت الله سره د خدای حجت راښکاره شو؛ نو لاروي یې وکړئ چې حق ورسره او پکې دی[233]»
۶- ((وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ (قصص- ۵): او غواړو د دې هېواد پر بېوزليو کړاى شويو احسان وکړو او دوى (د خلكو) مشران او (د ځمكې) پاتوړي كړو. ))
علي(ک) ویلي: نړۍ له سرګردانیو اولالهاندیو روسته موږ ته رامخ کوي لکه خپل چونګي ته د ناسازګارې اوښې پېرزوینه، تردې روسته یې دا آیت ولوست[234].
۷- ((وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ(انبیا – ۱۰۵): او په حقيقت كې مو په “زبور” كې تر تورات روسته ليكلي دي:(( زما صالح بندګان به د ځمكې (د حكومت) پاتوړي شي.)) ))
دا أیت په مهدي او یارانو یې تفسیر شوی[235] او د أیت مضمون – چې پر ځمکه د صالحانو واکمني ده- د داوود (علیه السلام) په زبور کې شته: مزامیر کتاب (د داوود زبور)۳۷ مزمور، ۲۹ آیت: « و اما شریر ځوځات به پرې شي، صالحان به د ځمکې وارثین وي، او تر ابده به پکې هستوګن وي؛ د صالح خولې به حکمت وايي، او ژبه به یې په انصاف چلېږي، په زړه کې یې د خپل خدای شریعت دی؛ نو قدمونه به یې ونه ښويېږي».
مزامیر کتاب، ۷۲مزمور، ۲۱أیت: «ای خدایه، خپل انصاف دې پاچا ته ورکړه، او عدالت دې د پاچا زوی ته، او دا به دې په قوم کې په عدالت وچلېږي او له مساکینو سره په انصاف، بیا به غرونه قوم ته ګټور او غونډۍ به د مسکین قوم په عدالت کې دادرسي وکړي او نېستمنه اولاده به وژغوري، ظالمان به خوار کړي، تر هغه چې لمر و سپوږمۍ راخېژي ټول به درنه ډارېږي. د باران په څېر به پر رېبل شویو وښو ورېږي او د باران غوندې چې ځمکه خړوبوي، په پېر کې به یې صالحان خوشحال او په پرېمانه سلامتی کې وي، چې سپوږمۍ نیست شوې نه وي واکمني به چلوي؛ له سمندره تر سمندره،له ویالې تر لرې نړۍ، بېدیا میشتي به غاړه ورته کېدي او دښمنان به یې خاوره وڅټي»
د مهدي(ع) په باب د عامه و خاصه روایت د تواتر تر بریده دی. ابوالحسین ابري – چې د عامه له مشرانو عالمانو دی- وايي:
« د مهدي په باب په پرله پسې او متواتر و روایاتو کې له حضرت پېغمبراکرم (ص) روایت شوی چې نوموړی د پېغمبر له اهل بیتو دی،اوه کاله واکمني کوي، ځمکه له عدله ډکوي او عیسی علیه الصلاة والسلام پاڅون کوي، د دجالو په وژنې کې مرسته ورسره کوی او ددې امت امامت کوي او عیسی یې تر شا درېږي[236]»
شبلنجي په نورالابصار کې وايي: « له پېغمبر(ص) متواتر روایات دی چې نوموړی یې له اهل بیتو دی او ځمکه له عدله ډکوي[237]»ابن ابی الحدید وايي: «په یقین د مسلمانانو ګردې ډلې یوه خوله دی چې نړۍ او مکلفیت یوازې په مهدې(ع) مخ پرځوړېږي[238]»زیني دحلان وايي: « د مهدي د راښکاره کېدو په باب ډېر او متواتر احادیث راغلي دي[239]»
د حضرت مهدي ځانګړنې
په دې لنډه لیکنه کې د امام مهدي (ع) ځانګړنې نه ځاییږي، خو څو ځانګړنو ته یې چې په عامه او خاصه روایاتو کې راغلي اشاره کېږي:
۱- په جماعت نمانځه کې لومړیت له افضل سره دی لکه چې د عامه و او خاصه و په روایاتو کې راغلي دي: «امام القوم وافدهم فقدموا افضلکم[240]» او د امام مهدي د راښکاره کېدو او حقه حکومت پر مهال یې عیسی بن مریم (علیهما السلام) له اسمانه راکوزېږي او د عامه و خاصه و د روایاتو له مخې په امام مهدي پسې اقتدا کوي[241].
امام مهدی هغه دی چې تر کلمة الله، روح الله، په اذن الله د مړیو ژوندي کوونکي او اولو العزم رسول څخه، افضل دی او الله ته یې وجاهت، مخورتوب دبدبه او ذوالجلال ساحت ته یې ورنژدې والی ډېردی؛ او د نمانځه پر وخت- چې د عروج الی الله وخت دی- عیسی بن مریم نوموړی خپل امام کوي او دده په خوله له خدای سره خبرې کوي.
ګنجي په البیان کې منښته کوي چې په نمانځه، جهاد او اجماعي توب کې د امام مهدي په باب راغلي روایات سم دي؛ نوځکه ددې امامت په کچه مهدي تر عیسی افضل دی[242].
په عقد الدرر لومړي باب کې له سالم اشل روایتوي چې و یې ویل: «له ابی جعفر محمد بن علی الباقر(رح) مې واورېدل چې وايي: قائم آل محمد(ص) ته چې په لومړی نظر کې څه ورکول کېږي موسی نظر ورته وکړ؛ نو موسی(ع) وویل: د آل محمد قائم مې کړه، ورته وویل شو: چې نوموړی د احمد له ځوځاته دی؛ په دویم نظر کې یې هم د هماغې په څېر وموندل او همدغسې یې وغوښتل او هماغه ځواب یې واورېد، په درېیم نظر کې یې هم د هماغه په څېر ولید او همدغسې یې ویل او هماغه ځواب یې واورېد[243]»
سره له دې چې موسی بن عمران اولوالعزم پېغمبر او کلیم الله دی: «و کلم الله موسی تکلیما[244]»او خدای له نهو نښو سره ولېږه: « ولقد اتیا موسی تسع آیت بینت[245] » او د باري تعالی د درګاه مقرب دی: «وندینه من جانب الطور الایمن و قربنه نجیا[246]»، نو ایا امام مهدي ته یې کوم مقام او منزلت ولید چې هیله یې کوله او درې ځل یې دا مقام وغوښت.
دې مقام ته د موسی بن عمران هیله یوه واقعیت دی چې حدیث او روایت ته اړتیا نه لري؛ ځکه د عیسی په څېر داولوالعزم پېغمبر لپاره د امام مهدي امامت، ددې مقام هیلې ته کفایت کوي، پردې پایلې سربېره، د هستۍ او آدم پیدایښت او له آدم (ع) نیولې تر خاتم پېغمبر، د ګردو انبیاوو د بعثت یبره (ثمره) په څلورو چارو کې رالنډېږي:
الف: پر نړۍ د معرفت رڼا ځلېدل او د خدای د عبادت سراسري کېدل چې د « واشرقت الارض بنور ربها» راښکاره کېدل دي[247].
ب: دعلم و ایمان په ژوندون د ځمکې بیاژواکي چې د «اعلموا ان الله یحی الارض بعد موتها[248]»بیان دی.
ج: حق حکومت او د باطلو زوال چې د «وقل جاء الحق و زهق الباطل ان الباطل کان زهوقا[249]»تجلا ده.
د: قسط و عدل ته د ټولو خلکو پاڅون، چې د ګردو رسولانو د رالېږلو او د ټولو کتابونو د انزال نهايي علت دی: « لقد ارسلنا رسلنا بالبینت و انزلنا معهم الکتب والمیزان لیقوم الناس بالقسط[250]» او دا ټولې نښې د آل محمد(ص) په قایم راښکاره کېږي: «یملا الله به الارض قسطا و عدلا کما ملئت جورا و ظلما[251]» او دا هغه مقام دی چې له آدم(ع) تر عیسی(ع) د ګردو انبیاوو هیله ده.
۲- د عامه و او خاصه و په روایاتو کې امام مهدي په «خلیفة الله» یاد شوی دی: و یخرج المهدی و علی راسه غمامة فیها مناد هذا المهدی خلیفة الله فاتبعوه[252]» او داچې له خلیفه سره د الله سپېڅلې نامه ورزیاته شوې؛ نو دامام مهدي وجود (شتون ) د ګردو اسماء الحسنی نښه (آیت) دی.
۳- د امام مهدي د مقام اوچتوالی د یارانو له مقامه یې څرګندېږي چې یوه بېلګه یې د خاصه و په روایاتو کې داده: « د بدریانو هومره دي[253]، تورې ورسره دي، چې په هره توره یو کلمه لیکل شوې چې زرکلیمې ترې راسپړل کېږي[254]».
او د عامه و په روایاتو کې د بخاري او مسلم په شرایطو جوړ حاکم نیشاپوري په مستدرک او ذهبي په تلخیص (لنډیز) کې روایت کړی، چې یوه برخه یې داده:
((لایستوحشون الی احد ولا یفرحون باحد یدخل فیهم علی عدة اصحاب بدر لم یسبقهم الاولو و لایدرکهم الاخرونه و علی عدة اصحاب طالوت الذین جاوزوا معه النهر[255])).
۴- د خاتمیت د ځانګړتیا له مخې چې په رسول اکرم(ص) او امام مهدي (ع) کې ده، د خاتم(ص) بدني، روحي او اسمي ځانګړنې په امام مهدي کې ښکاره شوي، چې د نبوت ختم، په پېغمبر اکرم (ص) او د وصایت ختم په په مهدي دی او همدا راز ددین فتح(سوبه) په رسول اکرم(ص) او پای (ختم) یې په موعود مهدي ده او دې چار ته په عامه و او خاصه و روایاتو کې پاملرنه شوې او له رسول اکرم(ص) روایت شوی: « المهدی منایختم الدین بناکما فتح بنا[256]»
د دین افتتاح او اختتام (پرانسته او پای ته رسونه) کنیةً، اسماً، صورةً و سیرةً په ابې القاسم محمد(ص) ؛ د خاتم النبیین او خاتم الوصیین له شمېرې سره، هغه څه دي چې نظروالو ته د هغه مقام او منزلت یادونه کوي چې له درک او بیان ورهاخوا ده.
په دې باب ځینې راغلي روایات دادي:
الف: له رسول اکرم(ص) روایت شوی چې ویې ویل: له امته مې یو تن راپاڅېږي چې نامه یې زما له نامې سره برابره ده او پیدایښت یې زما پېدایښت دی؛ نو ځمکه له عدل و قسط ډکوي،لکه چې ظلم او ځورنې ډک شوې وي[257]»
ب: له جعفر بن محمد(رح) له پلرونو یې له رسول اکرم(ص) په سم روایت چې ویې ویل: « مهدي مې له اولادې دی، نامه یې زما نامه او کنیه یې زما کنیه ده او په صورت او سیرت کې راته ډېر ورته دی، یو غیبت او هېښتیا ورته شته چې خلک یې له دینه بې لارې شي؛ نو هغه مهال د شهابِ ثاقب ( ځلند غشي) په څېر مخ کوي؛ نو ځمکه له قسط و عدله ډکوي، لکه چې له ظلم او ځورنې ډکه شوې ده[258]»
ج: له جعفر بن محمد له پلرونو یې له رسول اکرم(ص) په سم روایت چې ویې ویل: «څوک مې چې له اولادې؛ قائم نټه وکړي؛ نو په یقین له ما یې نټه کړې ده[259]»
د: شیخ صدوق اعلی الله مقامه په دوو لارو له احمد بن اسحاق بن سعد الاشعري – چې له ډاډمنو مشرانو دی- روایتوي چې ویې ویل: « حسن بن علي ته ورغلم او نیت مې و، چې ځایناستی یې وپوښتم امام په پیل کې راته وویل: احمد ین اسحاقه! خدای پاک له هغه وخته چې أدم پیداکړی ځمکه یې پر خپل مخلوق بې الهي حجته تشه نه ده پرېښې او نه به یې تر قیامته تشه پرېږدي،په دې له ځمکوالو کړاوونه لرې کوي، باران پرې نازلوي او د ځمکې برکتونه پرې راوباسي.
نو ومې ویل: یابن رسول الله تر تا روسته امام او خلیفه څوک دی؟
امام پاڅېد په بیړه کورته ورننووت، او روسته راووت او پر اوږو یې یو درې کلن هلک و، چې ته وا مخ یې، د څوارلسم سپوږمۍ وه، ویې ویل: یا احمد بن اسحاق! که خدای او حجتونو ته یې ګران نه وای؛ نو زوی مې نه درښوده، دا هلک د پېغمبر(ص) همنامی او هم کنیه دی، هغه دی چې ځمکه له قسط و عدله ډکوي لکه چې له ځور او ظلمه ډکه شوې ده.
یا احمد بن اسحاق! ساری یې په دې امت کې د خضر او ذی القرنین دی،والله په یقین غیبت به وکړي او هغه به له هلاکته وژغورل شي چې خدای ددې هلک د امامت په منلو ثابت کړی وي او ده ته یې د فرج ژر راوستو د دعا توفیق ورکړی دی.
احمد بن اسحاق وویل: ومې ویل: ای زما مولا! ایا کومه نښه شته چې زړه مې پرې ډاډمن شي؟
هلک په څرګنده عربي وویل: « انا بقیة الله فی ارضه والمنتقم من اعدائه» زه پر ځمکه بقیة الله یم او د خدای له غلیمانو کسات اخستونکی، احمد بن اسحاقه! تر لیدو روسته، نښه مه پوښته.
احمد بن اسحاق وویل! په خوشحالۍ دباندې راووتم، سبا امام ته ورغلم ومې ویل: یابن رسول الله! د کړي احسان له مخې دې خوشحالي راباندې ډېره شوه! نو په دې زوی کې دې د خضر او ذی القرنین څه راز پروت دی؟
ویې ویل: احمده! د غیبت اوږدېدنه.
ومې ویل: یابن رسول الله په یقین یې غیبت اوږدېږي؟
ویې ویل: هو، پر پالونکي مې قسم، تر هغه وخته چې پردې چار ډېر ګروهن، له دې چاره واوړي او یوازې هغه پاتېږي چې خدای پاک زموږ د ولایت لپاره ژمنه ترې اخستې وي او په زړه کې یې ایمان ورته لیکلی او په خپل روح یې تایید کړی وي یا احمد بن اسحاق! دا د خدای له چارو یو چار، د خدای له رازونو یو راز او د خدای له غیبو یو غیب دی؛ نو څه مې چې در کړل وای خله او پټ یې کړه او له منندویانو وسه، چې سبا به په علیین کې راسره وسې[260]»
۵- عامه و او خاصه و روایت کړی چې امام مهدي به د بیت الله تر څنګه راښکاره کېږي، جبریئل یې په ښي خوا او میکائیل یې په کیڼه خوا کې دی، جبرئیل یې د الهیه علومو اومعارفو وزله ده، چې د انسان مانیزې اړتیاوې دی او میکائیل یې د رزق او مادي اړتیاو د لرې کولو وزله ده، له مهدي سره د علومو او ارزاقو زېرمې دي[261] او په داسې بڼه راپیدا کېږي چې د عامه و او خاصه و په روایاتو کې، له کوکب دری[262] [ ځلند ستوری] سره ورته او تشبه شوی دی؛ او [دا ځانګړنې هم لري:] «له هیبة موسی و بهاء عیسی و حکم داوود و صبر ایوب[263]»او یو پوښ ترې راتاودی چې د اتم امام په وینا: « علیه جیوب النور تتوقد من شعاع ضیأ القدس[264]».
۶- د شیخ طوسي (په الغیبة کې) او عقدالدرر د خاوند د روایت له مخې امام مهدي د عاشورا پر ورځ راښکاره کېږي[265]، چې د« یریدون لیطفئو نور الله بافواههم والله متم نوره ولو کره الکفرون[266]»تفسیر راښکاره شي او د سلام سپېڅلې ونه چې د امام حسین په پاکو وینو خړوب شوې، په امام مهدي مېوی ته ورسي او د « ومن قتل مظلوما فقد جعلنا لولیه سلطنا[267]» آیت پر خپل اوچت مصداق تطبیق شي.
د امام مهدي اوږد عمري
ښایي ساده اندي د امام مهدي د اوږد عمرۍ په باب شکمن شي؛ خو باید پوه شو چې د یو انسان اوږد عمري- ان تر څو زرو کلونو- نه عقلي محال دی او نه عادی؛ ځکه عقلي محال دادی چې د دوو نقیضینو په اجتماع یا ارتفاع (راټولېدو یا لرې کېدو) پای ته ور رسي؛ لکه چې وایو: هر څیز یا شته یا نشته، یا هره شمېره جفت ده یا طاقه، چې د دواړو اجتماع و ارتفاع عقلا محال ده؛ او عادي محال دادی چې د عقل له مخې شونې ده؛ خو د طبیعت قوانینو مخالف دی؛ لکه یو انسان په اور کې ولوېږي؛ خو ونه سوځي.
د انسان اوږد عمري او د ځوانۍد نشاط پر حال د بدن د ژوندینکو پاینه نه له لومړي ډول دي او نه له دویم؛ نوځکه که د نوح (علی نبینا و علیه السلام) په څېر یو انسان ژوند (۹۵۰) یا ډېر کلونه شو؛ نو پرې ورزیات هم شونی دی؛ نوځکه پوهان د ژوندد پاینې او د ځوانې نشاط د راز موندو په لټه کې وو او دي، لکه چې په علمي قوانینو د فلزاتو د اتومونو د تړښت د اختلاف له لارې دوی د زوال او منځه وړو پر وړاندې بیمه کولای شو او اوسپنه چې زنګ وهي او تیزاب یې خوري، په نه زیانمنېدوني نږه سرو (طلا) اوړي. نوځکه له عقلي او علمي پلوه د یو انسان اوږد عمري شونې ده، که څه راز یې بشر ته سپړل شوی نه وي.
پردې سربېره پر امامِ زمان ګروهه د الله تعای پر مطلق قدرت او د انبیاوو پر نبوت او عملي معجزو تر ګروهو روسته پړاو کې ده؛ نوځکه هغه قدرت چې اور پر ابراهیم سوړ او سلامتوي او د کوډګرو کوډی د موسی په لکړې له منځه وړي، مړي د عیسی په دم ژوندی کوي او اصحاب کهف (د غره یاران) پېړۍ پېړۍ – بې خوړو – په خوب ویده ساتي. نو د ځوانۍ په نشاط په زرګونو کلونو د انسان ساتل، پر ځمکه د حجت پاینې د حکمت او پر باطلو د حق د بریا په پار ورته اسان دي: «انما امره اذا اراد شیئا ان یقول له کن فیکون[268]»
لا ډېر وخت تېر نه دی چې په «رۍ» ښار کې یې د شیخ صدوق قبر راوسپړه او تازه بدن یې ښکاره شو او څرګنده شوه چې د طبیعت قانون اغېز پرې نه دی کړی، که د طبیعت عمومي قانون د هغه سړي په باب چې د امامِ زمان(ع) په دعا نړۍ ته راغلی او دامامِ زمان يه نامې یې «کمال الدین و تمام النعمه» کتاب لیکلی وي ورځانګړی (او تخصیص) شي؛ نو د خدای دخلیفه (خلیفة الله) او د ګردو انبیاوو او اوصیاوو د پاتوړي (وارث) په باب یې ځانګړتیا هېښتیا او تعجب نه لري.
د امام مهدي کرامات
شیخ الطایفه په « الغیبة» کتاب کې وايي: « د غیبت په پېر کې چې د امام مهدي د امامت پر سموالي کوم کرامات ښکاره شوي له شمېره وتلي دي[269]»، که د شیخ تر وخته – چې پر ۴۶۰ س وفات شوی- تر شمېره ډېر کرامات وي؛ نو زموږ تر وخته به څومره وي؟
دلته په دوو مشهورو کراماتو بسیاینه کېږي او لنډیز یې د علي بن عیسی اربلي[270] په روایت- چې عند الفریقین ډاډمن او ثقه دی- دادی: خلک په کراماتو او خوارق العاداتو کې د امام مهدي اوږدې قصې کوي او زه یې دوه قصې- چې زما وخت ته نژدې پېښې شوي او یو شمېر ډاډمنو روڼو مې راته روایت کړي – یادوم:
۱- د فرات او دجلې سیندونو تر منځ په حله ښار کې د اسماعیل بن حسن پر کيڼ ورون د موټي هومره دانه راووته، چې د حلې او بغداد طبیبانو لا درمله وګڼله؛ اسماعیل سامرا ته ولاړ او د امام علي الهادي او امام حسن عسکري (رحمة الله علیهما) زیارت یې وکړ، سرداب/تاکاوۍ ته ورغی، د خدای درشل ته یې دعاوې او د امام مهدي غوښتنه یې وکړه؛ دجلې ته ورغی، غسل یې وکړ او جامې یې واغوستې، ویې لیدل د ښار له وره څلور تنه پر آسونو سپاره راووتل، یو نېزه په لاس بوډا و، بل ځوان و چې رنګینه ګومبنز( ډولې خولې)یې پر سر وه،بوډا د لارې ښي خوا ته او دوه تنه ځوانان د لارې کینې خواته، او له رنګېنې ګومبنزې (قبا) ځوان سره پر لارو.
د رنګینې قبا خاوند وویل: ته دې سبا کور ته ور روانېږې؟ و یې ویل: هو. ویې ویل: رامخې ته شه چې ناروغي دې څه ده؟ ورمخې ته شو او ځوان ټپ په لاس وزبېښ و د أس پر زین سور شو، بوډا وویل: اسماعیله! روغ جوړ شوې، دا امام و.
دوی روان شول او اسماعیل هم ورسره تله، امام وویل: ستون شه. اسماعیل وویل: درڅخه نه جلا کېږم. امام وویل: مصلحت دی چې ستون شې. بیا یې وویل: بیخي درڅخه نه بېلېږم. بوډاوویل: اسماعیله! حیا نه کوې؟ امام دوه ځل د ستنېدو درته وویل، ودې نه منله؟ ودرېد او امام څو ګامه مخکې ولاړ، او اسماعیل ته یې وویل: چې بغداد ته ولاړې، ابو جعفر- یعنې خلیفه مستنصر بالله- دې غواړي چې ورغلې او څه یې درکړل؛ نو مه یې اخله، ووایه،رضا زوی لپاره مې، علی بن عوض ته یو لیک ولیکه، رسوم یې، چې څه غواړې درکوي یې.
روسته له خپلو یارانو سره رهي شو اواسماعیل په ولاړه ورته کتل تردې چې له سترګو پناه شول. یو ساعت پر ځمکه متأسف او خپه کېناست او ددوی له بېلتونه یې ژړل، بیا سامرا ته ولاړم، خلک ترې راچاپېر شول، ورته وویل شول: ولې دې رنګ اوړېدلی دی؟ ویې ویل: له ښاره راوتلي سواره مو وپېژندل چې څوک وو؟ وویل شول: دوی شریف وګړي دي چې رمه لري، ویې ویل: هغوی امام او یاران یې وو، او امام مې پر ټپ لاس راښکود.
خلکو چې د ټپ ځای ولید چې نښه یې نشته، جامې یې ورڅېرې کړې خلیفه خبر شو، یو څارانوال یې یې ورولېږه چې حالات وپوښتي.
اسماعیل شپه په خزانه کې تېره کړه او له ګهیځ نمانځه روسته له خلکو سره له سامرا راووت. خلکو خدای پاماني ورسره وکړه، روان شو او قنطره عتیقه (زړې قنطرې) ته راورسېد، خلکو ګڼه ګوڼه کړې او څوک چې راځي، نامه او نسب یې پوښتي، چې نوموړی یې په نښو وپېژانده؛ نو جامې یې ورڅېرې او د تبرک لپاره یې یووړې.
څارنوال پېښه بغداد ته ولیکله. وزیر د اسماعیل یو تن ملګری رضی الدین وغوښت چې د پېښې (خبر) سموالی وپلټي، سړی چې اسماعیل ته ورغی، دده پښه یې ولیده او د ټپ نښه یې و نه لیده؛ نو بې هوښ شو، چې راپه خود شو اسماعیل یې له ځان سره وزیر ته وربوت. وزیر یې معالج طبیبان وغوښتل، چې یې ولید او د ټپ نښه یې ونه لیده، وویل شول: دا د مسیح کار دی، وزیر وویل: پوهېږو، د چار کار دی.
وزیر نوموړی خلیفه ته وربوت، خلیفه قصه ترې وپوښته، چې ورته یې وویله، خلیفه زر دیناره ورکړل، اسماعیل وویل: ددې جرأت نه لرم چې یوه ذره یې هم واخلم خلیفه وویل: له چا ډارېږې؟ ویې ویل: له هغه چې دا چلن یې راسره کړی، راته یې ویلي: له ابی جعفره څه مه اخله؛ بیا خلیفه وژړل.
علي بن عیسی وویل: دا قصه مې یو ټولي ته کوله او د اسماعیل زوی شمس الدین هم پکې ناست و او نه مې پېژنده،ویې ویل: زه یې زوی یم، ومې پوښتل، د خبل پلار ټپي ورون دې لیدلی و؟ ویې ویل: هغه مهال زه کوچنی هلک وم؛ خو قصه مې له مور و پلار، خپلوانو او ګاونډیانو اورېدلې او د پلار رون مې لیدلی چې د ټپ پر ځای یې ویښتان راټوکېدلي وو:
علی بن عیسی وايي: د اسماعیل زوی ویلي چې پلار مې تر روغتیا روسته څلوېښت وارې سامرا ته په دې هیله ولاړ چې ښايي بیاځلي یې وویني.
۲- علی بن عیسی وايي: سید باقي بن عطوه علوي حسني راته وویل چې پلار یې عطوه د امام مهدي(ع) پر شتون ایمان نه درلود، ویل یې: که راشي او له دې ناروغۍ مې ورغوي، منم یې او په تکرار یې دا خبره کوله ماسخوتن نمانځه ته راټول شوي وو، د پلار چغه مې واورېده، په بیړه ورغلوو، ویې ویل: امام ولټوئ چې همدا اوس را نه ولاړ. دباندې راووتوو، څوک مو ونه لیدل، پلار ته ورستانه شوو، ویې ویل: یو څوک راننووت، ویې ویل: یا عطوه، ومې ویل: لبیک ویې ویل: زه یم مهدی، راغلی یم چې ناروغي دې ورغوم، مبارک لاس یې را باندې راښکود او زما ورون یې ټینګ کړ او ولاړ، له دې وخت روسته عطوه د هوسۍ په څېر تله.
په غیبت پېر کې له امام مهدي د برخمنېدو لار
که څه امامِ زمان (ع) له انظارو غایب دی او دا غیبت ددې لامل شوی چې امت یې د شتون له ځینو هغوبرکاتو بې برخې شي چې په راښکاره کېدو پورې یې تړاو لري؛ خو یوه برخه فیوضات یې، په راښکاره کېدو پورې اړه نه لري.
امام مهدي د لمر په څېر دی چې د غیبت وریځ یې په پاکو زړونو کې د وجود( شتون) د وړانګو د اغېزخنډېدای نشي؛ لکه د لمر وړانګه چې د ځمکې په تل کې ارزښتمنې مرغلرې پالي او پر مخ یې پرتې پېړې پېړې تېږي او خاورې له لمره د ګټنې نه خنډېږی.
او لکه چې له الهي ځانګړو پېرزوینو برخمنېدل په دوو لاروکېدای شي:
لومړی: جهاد فی الله، له دوړو او کینو د نفس پاکول، چې د الله د پېرزوینې د رڼا د انعکاس خنډ دی.
دوم: اضطرار (اندېښمني)، چې د فطرت او د فیض د سرچینې تر منځ د خنډ (حجاب) لرې کوونکی (رافع) دی: «امن یجیب المضطر اذا دعاه و یکشف السوه[271]»؛ همدا راز د الهي فیض له واسطې ګټنه – چې اسم اعظم یې دی- هم په دوو لارو شونې ده:
لومړی: فکري، خلقي او عملي تزکیه او پاکي، چې ویې ویل: «اما تعلم ان امرنا هذا لاینال الا بالورع: زموږ چار ته یوازې په ورع (تقوا) ور رسېدای شئ[272]»
دویم: له مادي وزلیو او اندېښمنیو پریکون، او له دې لارې، ډېر کسان چې بېچاره او بېوسې شوي او چاړه یې تر هډوکیو ور رسېدلی؛ نو امام مهدي ته یې په استغاثې پایله اخستې ده.
په پای کې د امام مهدي د سپېڅلي ساحت په تړاو په قصور او تقصیر منښته کوو، نوموړی هغه دی چې الله پاک خپله رڼا پرې او په شتون یې خپله کلمه تمامه کړې ده؛ هغه دی چې په امامت یې ددین کمال او په همده د امامت کمال دی او د زوکړې پر شپه یې راغلې دعا داده:
« اللهم بحق لیلتنا هذه و مولود ها وحجتک و موعودها التی قرنت الی فضلها فضلک، فتمت کلمتک صدقا و عدلا، لا مبدل لکماتک و لا معقب لایاتک، ونورک المتعلق و ضیاءک المشرق و العلم النور فی طفیاء الدیجور الغائب المستور جل مولده و کرم محتده، والملائکة شهده والله ناصره و مؤیده اذا آن میعاده، والملائکة امداده،سیف الله الذی لاینبور،و نوره الذی لایخبو، وذوالحلم الذی لا یصبو…[273]»
د دین فروعات
په دې لنډه لیکنه کې د دین د فروعاتو د حکمتونو او رازونو په باب دبحث وخت نه دی؛ ځکه د دین فروعات هغه مقررات او قوانین دي چې د انسان په وګړیزو او ټولنیزو حالاتو پورې تړاو لري او هم یې له خالق (پنځګر) او مخلوق سره اړیکه ده، چې فقه ددې قوانینو یوه برخه ده؛ خو دلته په لنډو د نمانځه او زکات حکمتونو ته اشاره کوو:
الف – لمونځ
لمونځ څه برخې، شرایط او موانع لري، چې د ځینو یې حکمتونه بیانېږي:
د لمونځ کوونکي په ځای کې د اباحه او رواتوب شرط نوموړی متوجه کوي چې د چا پر حق به تېری نه کوي او له خبث او حدثه په پاکوالي د لمانځه شرط یې متوجه کوي، کوم نجاست اوچټلي چې په اوبو مینځلېږي یا کوم کدورت او تیاره چې مثلا له بې اختیاره جنابته د روح په هنداره کې پیداکېږي، د نمانځه د بطلان لامل او ذوالجلال والاکرام ته د ورمخامخېدو خنډ دی؛ نو د دروغو، خیانت، ظلم، جنایت او رذیله اخلاقو په څېر ناوړه کړنې د نمانځه له حقیقته – چې د مؤمن معراج دی- دانسان په بې برخېتوب کې اغېز پرېباسي.
اذان، چې د خدای په محضر کې د حضور اعلان دی او اقامه چې قرب مقام ته د الوت لپاره د روح چمتو کېدنې سریزه ده، د دیني معارفو (او پوهاویو) نچوړ رانغاړي.
په تکبیر، د اذان او اقامې په پیل کې مازې سوچ او په دوو تهلیلو یې پای، بسیاینه کوي چې د اسلام ښوونه او روزنه راوښيي او داچې د تکبیر پیل «الله» او د تهلیل پای هم «الله» دی، لمونځ کوونکی په نمانځه، ښوونځي کې زده کوي: «هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ[274]».
په «الله »کلمې د اذان او اقامې پیل و پای، او د نوزیږي په ښي غوږ کې د اذان استحباب او په کيڼ غوږ کې یې د اقامې او په توحید کلمه د محتضر (هغه چې ساه یې وځي) تلقین؛ یعنې داچې باید دانسان د ژوند پیل و پای د الله په نامې وي.
سره له دې چې تر تکبیر روسته دوه ځل په «لا اله الله» شهادت ورکول کېږي، په پای کې هم دا غونډله بیاځلي کېږي او دا دانسان په علمي او عملي کمال کې ددې پاکې کلمې ونډه ده.
دا غونډله د لفظ او مانا له اړخ ځینې ځانګړنې لري:
ټکي یې د «الله» کلمې ټکي دي او داچې ژبه بې خوځولو پرې بوختېدای شي، ریا او ځانښوونه ورته لار نه لري؛ نفې او زباد رانغاړي چې ټینګه او سمه ګروهه پرې په ګروهو، اخلاقو او کړنه کې د باطل په نفې او د حق په زباد پای مومي؛ او د سلسلة الذهب د حدیث مانا څرګندېږي چې: « کلمة لا اله الا الله حصنی فمن دخل حصنی امن من عذابی[275]»او بشریت د رسول اکرم(ص) د وینا تل درک کوي چې ویې ویل: «قولوا لا اله الا الله تفلحوا[276]»او دا منفي او مثبت دی چې د بشر روح د شتون (هستۍ) برښنا له مرکز سره نښلوي او دژغورنې او فلاح په رڼا یې رڼا کوي.
په «لا اله الا الله» کې په تدبر د لمونځ کوونکي روح چاڼېږي او داسې وخت ور رسي چې ووايي: (( إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ» (انعام- ۷۹)= خپل مخ مې د اسمانونو او ځمکې پنځګر ذات ته ور اړولی، زه حنیف (په خپل ایمان کې سوچه او ساهو) او له مشرکانو ځنې نه یم)) او « فاطر السموات والارض» ته په پامنیوي له ځمکې و اسمان تېرېږي او په اوو تکبیرونو له اوو حجابونو هم وراوړي او د غوږونو تر پوڅکیو د لاسونو په پورته کولو، څه چې غیر الله وي ورشا کوي او له هر وصفه د هغه په تکبیر او له هر بریده چې «الله اکبر من ان یوصف» دی. دده د عظمت پر وړاندې د اوهامو او افکارو پرده څیرې کوي او له خدای سره خبرو کولو ته چمتو کېږي؛ ځکه لمونځ له خدای سره د انسان خبرې دي او قرأن له انسان سره د خدای خبرې دي؛ خو په نمانځه کې له خدای سره د انسان خبرې د خدای په کلام پیلېږي؛ ځکه څه یې چې انسان ته وروښوولي، په هماغه یې ستایل شوني دي؛ نه بې له دې او د خدای د کلام په درناوی یې خبرې د اورېدو وړ کېږي: «سمع الله لمن حمده».
لمونځ د:« لا صلاة له الا ان یقرا بها[277]» له مخې باید «حمد» راونغاړي او لکه چې څنګه قرأن- له مخلوق سره د خالق خبرې دي- په حمد سورت پیلېږي، لمونځ هم چې له خالق سره د مخلوق خبرې دي په حمد سورت پیلېږي.
لمونځ کوونکی باید حمد و سورت د کلام الله د لوست په نیت ولولي؛ خو د نمانځه روح ته هله رسېدای شو، چې د نمانځه پر مانا او اشارو پوه او په ویناوو او کړنو کې یې پرتو لطایفو ته ورپام کړو؛ نوځکه د حمد سورت ځینو ځانګړو ته اشاره کوو:
په دې سورت کې دمبدا او معاد (پیل و پای) پېژنده، د متعال خدای نامې او صفات له انسان سره د خدای ژمنه او له خدای سره د انسان ژمنه او د ځینو روایاتو له مخې[278] په دې سورت کې «اسم الله الاعظم» تقطیع او ویشل شوی دی. د دې سورت ځانګړنه داده چې نیمايي سورت تر « ملک یوم الدین» د خدای لپاره دی او نیمایي له «اهدنا الطراط المستقیم» تر پایه د انسان لپاره دی او منځنی آیت د خدای او بنده تر منځ ویشل کېږي: خدای ته عبادت او نمانځنه او انسان ته استعانت او لاسنیوي. سورت په « بسم الله» پیلېږي چې د رسالت ګهیځ د راختو پیل همدا و « اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ [279]».
د «الله» نامې ځانګړنه داده چې د ګردو اسماء الحسناوو هر اړخیزه ذاتي نامه ده: « وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا [280]».
او مانا یې هغه «معبود» دی چې مخلوق پکې (متحیر او) هېښ دی او پناه وروړي: «عن علي(ک): الله معناه المعبود الذین یاله فیه الخلق و یوله الیه[281]» او بشر ته چې د خالق تعالی په تړاو کوم پوره معرفت شونی دی، د ادراک له پېژندنې یې بېوسې دی.
((الله)) په ((رحمن و رحیم)) ستایل کېږي، د رحمانیه او رحیمیه د رحمت شرح په دې لنډه لیکنه کې نه ځاییږي؛ خو څه چې باید پاموړ وي دادی چې خدای له انسان سره خپل کلام او له ځان سره د انسان کلام په « بسم الله الرحمن الرحیم» پیل کړ او دا اسماني غونډله یې د مسلمانانو د ویناوو او کړنو سریزه او د شواروز په پینځو فرضو لمونځو کې یې ددې غونډلې بیاځلي توب ته اړ کړ او ور وېښود چې د پیدايښت غونډال د رحمت پر چورلیز چورلي او د تکوین او تشریع کتاب په رحمت پیلېږي.
د رحمانیه رحمت باران یې پر مؤمن، کافر، نیک او بد ورېږي همدا راز د رحیمیه رحمت وړانګه یې پر هر پاک زړه ځلېږي: « كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ [282]».
دین یې د رحمت دین دی او استازی یې « رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ » دی[283] او په دین کې شته حدود او تعزیرات هم رحمت دی؛دا ټکی « پرنېکیو امر او له بدیو منع» له مراتبو څرګندېږي، که د ټولنې کوم غړی د وګړي او ټولنې له سمونې او اصلاح مخه واړوي یا د وګړي او انسانی فساد ته ورمخ کړي، لومړی باید په نرمۍ یې په درملنه پیل وشي لکه چې موسی بن عمران سره له دې چې نهه معجزې ورسره وې او د فرعون په څېر یو طاغوت ته ورولېږل شو، خدای پاک نوموړي او رور ته یې د بلنې په چار کې امر وکړ چې په نرمۍ خبرې ورسره وکړئ؛ ځکه له بعثته موخه، قدرت او زورواکي نه ده؛ بلکې تذکر، یادونه، حشیت او هدایت دی: « فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى [284]» او که په درملو رغېږي ؛ نو جراحي عملیاتو ته اړتیا نشته او باید تر شوني بریده غړی وساتل شي او که سم نشو؛ نو باید له ټولنې یې جلا کړو، چې د ټولنې ژوند تامین او خوندي شي.
نوځکه د تکوین غونډال او د دین مقررات د «بسم الله الرحمن الرحیم» تفسیر دی. او هر مسلمان هم باید په دې ښوونې او روزنې د خدای پر بندګانو د رحمت پیغام رسان وي.
تردې روسته، لمونځ کوونکی د «الحمد لله رب العالمین» غونډلې ته متوجه کېږي چې هره ستاینه الله ته ده؛ ځکه نړی پال (رب العالمین) دی او هر کمال او جمال یې د روزنې ښکارنده ده او ددې غونډلې د ویلو پر مهال په ځان او نړۍ – اسمان، ځمکه، نبات، څاروی او انسان – کې د الله پاک د ربوبیت د اغېزو په لیدو، ستاینه ورپوری منحصر وي او داچې د روزنې اغېز یې پر خورا ټیټو موجوداتو تر اشرف کاینات پورې د الله پاک د عمومي او ځانګړي رحمت ښکارنده ده، بیاځلی وايي: «الرحمن الرحیم».
او په فضل او رحمت کې له استغراق او ور ډوبېدو سره، ددې لپاره چې له الهي عدله غافل نشي وايي: «ملک یوم الدین»؛ ځکه د خدای له اوامرو سرغړونه خدای ته ټیټ کتل دي او لایتناهي عظمت لایتناهي حرمت او درناوی لري او لایتناهي سپک لیدل له هېڅ سپکاوي سره د پرتلنې وړ نه دي، او د هغه چا سرغړاندي چې پر انسان یې حق او نعمت یې د شمېرنې وړ نه دی، ددغسې عمل په تړاو سزا لري؛ او په هره ګناه کې چې کوم قوت او قدرت لګېږي د نړۍ محصول دی؛ ځکه د بنیادم ژوند په نړۍ پورې تړاو لري، او انسان چې ګناه کوي د ځمکې او اسمان له هڅو سره خیانت دی؛ نو حساب و کتاب او د جزا ورځ یې مخې ته پرته ده، چې خدای وايي:
((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ.يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُم بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ (حج- ۱ او ۲ آیتونه): خلكو! د خپل پالونكي (له عذابه) ځان وساتئ؛ [ځکه] چې د قيامت زلزله ستره پېښه ده ! پر هغه ورځ وینې (له وېرې به حال داسې وي، چې) هره “تی وركوونكې مور” به خپل تيخور ماشوم هېر كړي او هره دوه ځانې به [بې اختياره] خپل بچى وغورځوي او خلك به بېسده وينې خو دوی به بېسده نه وي؛ بلکې د الله عذاب به سخت او دروند وي ! ))
نوځکه «مالک یوم الدین»ته پاملرنه د عارفانو غړي لړزوي، چې کله امام زین العابدین علیه السلام دې غونډلې ته ور رسېد، دومره یې ویله چې «کادا یموت: نژدې و، چې ومري[285]».
«الرحمن الرحیم» او «مالک یوم الدین» لمونځ کوونکي ته د خوف و رجا(ډار او هیلې) وازره او بڼکې ورکوي او بنیادم د خدای له عزت او رحمت سر ه اشنا کوي او په لومړۍ غونډله کې بښنه او ثواب او په دویمه کې نیونه او عذاب دی.
او پردې وخت د خدای د الوهیت، ربوبیت، رحمانیت، رحیمیت، فضل او عدل عظمت یې زړه ایلوي او له غیبه سوبتیا (او خطاب) ته پام ور اړوي او له دې پوهې سره، چې بې له الله لمانځو وړ نشته، وايي: « ایاک نعبد» او دې ته په پامنیوي چې عبادت هم د الله په ښیون، حول او قوت دی وايي: «و ایاک نستعین»
په «نعبد» کې ویني، چې عبادت د بنده دی او په «نستعین» کې ویني پر خدای ده چې: «لا حول ولا قوة الا باالله»
په «ایاک نعبد» کې د جبر نفې ده او په «ایاک نستعین» کې د تفویض نفې ده او د جمع په صیغه وايي، چې ځان له مسلمانانو جلا ونه ویني او په «ایاک نعبد و ایاک نستعین» کې هم د «توحید کلمه» او هم د «کلمې توحید» عملي کوي.
چې کله یې د عبودیت وظیفه تر سره کړه، له مولا د بنده د دعا او غوښتنې وار رسي او وايي: «اهدنا الصراط المستقیم».د انسانیت اوچت همت او د الوهیت جلال و اکرام غوښتنه ده، چې له الله تعالی ارزښتمنترینه مرغلره وغواړي، چې دا پر سیده لار (صراط مستقیم) ښیون دی، چې له هر ډول افراط او تفریطه بچ دی او سیده لیکه ګڼه نه وي، الله یو دی او لار یې هم یوه ده او دا هغه لیکه ده چې د انسان له نیمګړي ټکي پیلېږي: « وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا [286]» او په مطلق کمال پای ته رسي چې: « ماذا وجد من فقدک و ماالذی فقد وجدک[287]» او « وَأَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنتَهَى[288]» «صراط الذین انعمت علیهم» سیده لار، د هغو کسانو لار ده، چې د خدای لورنه پرې شوې ده:« وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا [289]»
مسلمان له الله تعالی څخه له انبیاوو، مرسلینو، شهیدانو او صدیقینو سره یو ځای کېدل غواړي او له هغوی لرېوالی غواړي چې پر الهي قهر اخته شوي او لار ورکې شول او دا دعا ایجابوي چې ځانونه د انبیاوو په اخلاقو سینګار او د غضب کړای شویو او لار ورکیو له لارې او خویونو ډډه وکړي او د: « اللّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُواْ يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّوُرِ [290]»له مخې سپېڅلي ذات ته – چې « اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ [291]» دی- ور متوجه شي او د ایمان په حقیقت د زړه په رڼو سترګویې، عظمت ومومي او د:« فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ[292]» فرمان په امتثال، پر وړاندې یې د تعظیم او درناوي سرښکته کړي او ووايي: « سبحان ربی العظیم و بحمده».
او سر له رکوع راپورته کړي او د قرب مقام لپاره – چې په سجود کې حاصلېږي – چمتو شي او د « سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى [293]» په اطاعت تندی پر خاورو کېدي او هغه پېرزوینه رایاده کړي چې له تورو خاورو یې په بدن کې د عقل ډیوه ورته بله کړې او پر خاورې په سر ایښېدو کې « وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ[294]» ووینی او ووايي: « سبحان ربی الاعلی و بحمده» او په سر راپورته کولو کې « ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ [295]» خپل دینوي ژوند وویني او ووايي: الله اکبر او دویم ځل پر ځمکه سر کېدي او هغه ورځ رایاد کړي چې په تورو خاورو کې به وسي او تر ژوند روسته، مرګ ویني او دویم ځل سر راپورته کړي او تر ژوند روسته مرګ وویني او په دوو سجدو کې د « مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى [296]» مانا ومومي او د خپل شتون (وجود) د پړاوونو په معرفت پوه شي.
دا په اسلام کې د عبادت بېلګه ده او په مقابل کې د مسیحیانو عبادت دادی:« او چې عبادت کوئ د تېرو امتونو په څېر باطل مه تکراروئ؛ ځکه دوی انګېري چې د زیاتو ویلو په پار قبلېږي؛ نو د دوی په څېر مه کوئ؛ ځکه مخکې تردې چې وپوښتئ پلار مو ستاسې پر اړتیاوو پوهېږي؛ نو داسې دعا وکړئ: ای زموږ پلاره چې په اسمان کې یې، نامه دې سپېڅلې وسه، ستا ملکوت دې راشي، لکه چې په اسمان کې دې اراده په ځمکه کې هم شي، زموږ د ورغوي ډوډۍ همدا نن را، پورونه مو وبښه، لکه چې موږ هم خپل پوروړي بښو، ازمېښت راباندې مه کوه؛ بلکې له شریر مو وژغوره؛ ځکه تر ابده الاباد ملکوت، قوت او جلال ستادی[297]»
په دې عبادت کې ځینو برخو ته یې اشاره کېږي:
۱- «ای زموږ پلاره» پر خدای د پلار اطلاق یا حقیقي دی یا مجازي، که په حقیقت وي، خدای ته د تولید ورمنسوبول، د مخلوق صفت ورته زبادول او خالق مخلوق ګڼل دي او که په مجاز وي، تشبیه ده او خالق له مخلوق سره ورته کول، خالق ته د مخلوق صفت زبادول دي او دغسې عبادت د مخلوق عبادت دی نه د خالق.
خو په اسلام کې عبادت د هغه خدای عبادت دی چې نباید عقول یې له معرفت او پېژندو لاس پر سر شي او نه یې له نورو سره ورته او تشبیه کړو.
۲- خدای ته تر ثنا او ستاینې روسته، غوښتنه یې بسیا ډوډۍ ده؛ مسیحیي په نمانځه کې له خدایه د خېټې ډوډۍ- چې د انسان بدن ته لکه څاروي ته واښه دي- غواړي او مسلمانان د نېغې لارې (صراط المستقیم) – چې د عقل د سترګو رڼا او په صراط کې مراد الله دی- هدایت غواړي.
۳- « پورونه مو راوبښه لکه چې موږ هم خپل پوروړي بښوو»
دروغ ګناه ده او په ګناه عبادت شونی نه دی، ایا مسیحیان خپل پوروړي بښي، چې له خپل خدای سره دغسې وايي؟!
د لنډیز لپاره د نورو مللوله عبادت سره له پرتلنې تېرېږو.
ب: زکات
لمونځ له خالق سره دانسان اړیکه او زکات له مخلوق سره د انسان اړیکه ده.
او د قرآن مجید په ډېری آیتونو کې زکات له نمانځه سره راغلی دی:
« عن ابی جعفر و ابی عبدالله (رح) قال: «فرض الله الزکاة مع الصلاة: الله زکات، له لمانځه سره فرض کړی دی[298]»
د انسان ژوند مدني مزاجی دی او په ټولنیزو اړیکو یې مال، شتمني، مقام، علم او کمال تر لاسه کړی؛ نو په کومه ټولنه کې چې وسي په مادي او معنوي زېرمو کې یې حقوال دی، باید ورتر غاړې پور ورکړي؛ نو د زکات او صدقاتو په ورکړې – چې د اسلام پر دستوراتو عمل کول دي- ټولنې ته د هر وګړي پور ادا کېږي.
په اسلام کې د زکات، صدقاتو او انفاقاتو پراختیا داسې ده که عملي شي په ټولنې کې به هېڅ اړمن نه وي، ابا ده نړۍ او داسې تمدن به رادبره شي چې د امن و امان زانګو به وي او د وږیو او اړمنو له سرغړنې به ډاډمنه وي.
امام جعفر صادق ویلي: « ان الله عزوجل فرض للفقراء فی مال الاغنیاء ما یسمعهم، ولو علم ان ذلک لا یسمعهم لزادهم انهم لم یؤتوا من قبل فریضة الله عزوجل، ولکن اوتوا من منع من منعهم حقهم الا مما فرض الله لهم و لو ان الناس ادوا حقوقهم لکانوا عائشین بخیر: په یقین عزوجل خدای د مړو په شتمنۍ کې نېستمنو ته د بساینې هومره فرض کړي او که پوهېده چې دا دومره کفایت ورته نه کوي؛ نو بېشکه زیاتوله یې، څه چې د فقیرانو پر سر راغلي د هغو کسانو له اړخ دي چې د دوی حق یې ورکړی نه دی، نه د عزوجل خدای د فریضې له اړخ، او که خلک د نشتمنو حقوق ورکړي؛ نو په یقین معیشت او ژوندبه یې پر خیر وي[299].»
او الله پاک بېوزلیو ته د حق نه ورکړې د ناوړو پایلو د اهمیت په باب وايي: ((والذین یکنزون الذهب والفضة ولا ینفقونها فی سبیل الله فبشرهم بعذاب الیم؛ او هغوى چې سره او سپين زر زېرموي او د الله په لار كې يې نه لګوي؛ نو له دردناك عذابه يې خبر كړه! ))
او داچې ورکړه له ټولنې د بېوزلۍ جرړې راوباسي او په سخاوت او کرم د انسان پسولېدل او د وګړي او ټولنې په نېکمرغۍ کې چې کومه ونډه لري؛ نو په همدې پار رسول اکرم(ص) مشرک سخي[300] ته امان ورکړ او په همدې سخاوت اسلام ته ښیون شو او روایت شوی چې الله تعالی موسی(ع) ته وحې وکړه چې سامری مه وژنه[301]؛ ځکه سخي دی.
فقیرانو ته د رسېدګۍ اهمیت تردې بریده دی چې مړول، اغوستل او له سواله د یوې کورنۍ پت ساتنه دبیت الله تر اویاوو حجونو غوره او افضل ګڼل شوې ده[302].
د صدقې او احسان کړۍ دومره پراخه ده، چې امام باقر (رح) ویلي: « ان الله تبارک و تعالی یحب ابراد الکبد الحری و من سقی کبدا مری من بهیمة و غیرها اظلله الله یوم لا ظل الا ظله[303]: په یقین د خدای تعالی اړمن ته لاس ورکونه ښه ایسي او څوک چې کوم اړمن څاروی یا بل څه خړوب کړي؛ نو خدای یې پر هغې ورځې تر سیورې لاندې کوي، چې بې دده له سیوري بل سیوری نشته».
د صدقاتو ورکړې ته څه آداب ټاکل شوي؛له دې دادي، چې پټ وي، چې د اخستونکي حیثیت ټکنی نه شي[304]، که صدقه څومره ستره وي، کوچنۍ وګڼل شي[305]؛ ځکه که صدقه او احسان څومره ستر وي؛ خو اخستونکی ترې ستر دی[306]، منت پرې کېنږدي[307]؛ بلکې پر ځان د نوموړی منت ومني، چې دده مال و ځان یې ورپاک کړ، تر سوال وړاندې په ورکړې لاس پورې کړي، امام صادق(رح) ویلي: «چا ته چې تر سوال روسته یې ورکړې؛ نو ورکړي دې، د نوموړي د پت په بدل کې دي»[308]، خپل مخ دې ترې پټ کړي[309] او چا ته چې صدقه ورکوي، دعا دې ترې وغواړي[310] او کوم لاس ته چې صدقه ورکوي، ښکل دې یې کړي؛ ځکه صدقه په ظاهره اخستونکي ته ورکوي؛ خو په رښتوني کې اخستونکی یی الله تعالی دی[311]: « أَلَمْ يَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَأْخُذُ الصَّدَقَاتِ (توبه- ۱۰۳): ایا پوه شوي نه دي په یقین خدای د خپلو بندګانو توبه قبلوي او صدقات اخلي»
او د اړمنو د اړتیاوو لرې کولو ته یې تردې ځایه لورنه کړې، چې د ایثار او سرښندنې ور یې پرانست او ویې ویل:
« وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ [312]» او ایثار یې هم د کمال تر روستي بریده ورساوه چې ورهاخوا ترې نه انګېرل کېږي، ویې ویل: « وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا [313]؛ او خپل خواړه سره له دې چې خوښېږي یې (او اړتیا ورته لري) د الله په پار، مسکین، پلامړي او بندي ته ورکوي (او وايي:) یوازې د الله په پار خواړه ورکوو او هېڅ بدله درڅخه نه غواړو» د اسلام دین، انفاق او صدقه په مال پورې ور منحصره کړې نه ده؛ بلکې د کمزوري لاسنیوی او د ړوند لارښوونه یې هم صدقه کړې ده او د اړمنو د اړتیا لرې کولو لپاره یې د حیثیت او اعتبار تېرېدنه د مقام او دبدبې زکات ټاکلی دی او یوازې یې د مادي اړتیاوو په تامینولو بسیاینه کړې نه ده؛ بلکې ویلي یې دي: « وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ [314]»او د انسان رزق هغه څیز دی چې له هرې لوري د انسان ژوند پرې ولاړ دی؛ نوځکه یې ویلي: « ومما علمناهم یبثون»[315].
څه چې وویل شو، د زکات او صدقاتو په باب د اسلام د حکمت یوه برخه وه، چې په دې سپېڅلې لارښوونې، د کنجوسۍ، حرص او تمې له زنګه د اغنیاوو زړونه پاک او د دوی شتمني چې د فقیرانو په حق ککړه ده – او فقیرانو ته د وینې په څېر ده- پاکه کړي او په دې توګه د موړ (غني)او فقیر (نېستمن) تر منځ پوړیز واټن له منځه یوسي، کینې پر الفت واړوي او ددې لارښوونو او آدابو په برکت نه یوازې د بېوزلیو اړتیاوې؛ بلکې ددوی عزت نفس، شرافت او انساني کرامت تامین شي. باید د فقیرانو د کینې اور د غنیانو دنفقې د پېرزوینې په اوبو مړ کړو او د زکات او صدقاتو په کلا کې، د غنیانو مال – چې باید د ټولنې په رګونو کې د وینې په څېر وبهېږي او د امت وټیز غونډال خوندي پاتې شي- بیمه کړو، حضرت علي(ک) ویلي: « وحصنوا اموالکم بالزکاة: مالونه مو په زکات وساتئ[316]» که شتمن خپله شتمني او پوهان خپله پوهه په دغسې څومروالي (کمیت) او څرنګوالي (کیفیت) انفاق کړي؛ نو له ټولنې به د مادي او معنوي فقر جرړې راوایستل شي.
دا دنمانځه او زکات له حکمتونو یوه بېلګه او د وګړي او ټولنې په نېکمرغۍ کې یې اغېزې وې؛ نوځکه هغه دین چې دانسان هر حرکت، درېدنی؛ «کړ» او «نه کړ» ته یې وظیفه ټاکلې چې د فرایضو، واجباتو، محرماتو، مستحباتو،مکروهاتو او مباحاتو ټولګه جوړوي او د وګړیو د ځان و مال خوندیتوب ته یې حقوق او بریدونه ټاکلي؛ نو که دا څیزونه عملي شي یوه غوره ټولنه (مدینه فاضله) به رامنځ ته شي.
د ساري په توګه د څاروي د حقوقو – چې د انسان پیټی وړي- له څیړنې څرګندېږي، چې په دې دین کې د انسان حقوق څنګه تضمین شوي دي.
انسان چې پر کومې سورلۍ سورېږي حق یې دادی: چې کله منزل او د سفر کوم پړاو ته ورسېد، مخکې تردې چې پر خپلو خوړو لګیا شي، دده واښه دې چمتو کړي او کومو اوبو ته چې ورسېد اوبه دې پرې وڅښي چې هسې نه تږی پاتې شي، پر مخ دې یې په کوړه نه وهي، او پر شادې یې – د اړتیا پر وخت- بې د جګړې له ډګره نه درېږي، او دده تر وسې ډېر پیټی دې پرې نه ورپېټی کوي، چې ویې ځوروي، کنځل دې ورته نه کوي او مخ دې ورته نه وربدرنګوي په وچه کې دې یې په بیړه او د وښو په ځای کې دې یې په رورو او ګوذارې بوځي او پر شادې یې بنډار نه جوړوي.
او که دسیند پر غاړه یې خوړو ته دسترخوان خپور کړ، پاتې شوني دې په سیند کې وروغورځوي چې سیند میشتي څاروي یې له ګاونډه بې برخې پاتې نشي.
او هغه مهال چې څوک د میکروبونو او وېروسونو له شتونه ناخبره و، امر یې وکړ چې په اوبو کې میتیازې مه کوئ چې اوبه میشتي هم شته.
دا د څاروي په باب د انسان له حقوقو اووظایفو لږه برخه ده، او ترې څرګندېږي چې په ټولنیز عدالت او انساني حقوقو کې ددې دین کړلار څه ده.
د اسلام کړلار، د دنیا او اخرت آبادي، د انسان جسمي او روحي روغتیا ده: «رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ: پالونکیه په دنیا کې نیکي را او په آخرت کې (هم) نیکي را او د اور له عذابه مو وساته[317]» د عدل او حکمت په تقاضا او داچې دنیا و آخرت یو له بل سره تړلي او هم بدن وروح یو له بل سره په اړیکه کې دي؛ نو د انسان مادي او معنوي ژوند ته د دوی د ارزښت په اندازه لګیا شوی وايي:
« وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا: او کومه شتمني چې خدای درکړې د آخرت کور په کې وغواړه او له دنیا هم خپله برخه مه هېروه[318]»
او د دنیا آبادۍ او د انسان سوکالۍ ته یې پوره پاملرنه درلوده؛ خو د دنیا په تړاو تبعي نظر او د آخرت په تړاو استقلالي (خپلواکیز) نظر- چې د دنیا او آخرت د پیدایښت تقاضاده- او له خدایه یې د انسان غوښتنه د دنیا او آخرت نیکي کړې او دامام په وینا کې د دنیا حسنه په رزق او معاش کې پراخي او ښه خوی او د آخرت نېکي د خدای په رضا او جنت تفسیر شوی دی.
وټیزې ودې په تېره کرنې او سوداګرۍ ته یې اهمیت ورکړ او د:« وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ [319]» په حکم مؤمن بې په غنا او مړه خواتوب دروند وغوښت او له امام صادق نه په یوه روایت کې راغلي دي: «و ما فی الاعمال شئ احب الی الله من الزراعة: او په کارونو کې تر کرنې بل څه خدای ته ډېر ګران نه دي[320]». او علي (ک) د (نیالګیو او) خرما وو په کرلو او اوبخرولو بوختیا هم درلوده.
په یوه روایت کې راغلي چې امام صادق(رح) یو چا ته چې له بازاره څنډې ته شوی و،وویل: «اغد الی عزک؛ خپل عزت ته دې سهار کړه[321]» او په یوه روایت کې علی(ک) امیرالمؤمنین وویل: «تعرضوا للتجارات: سوداګرۍ ته ورمخه کړئ[322]».
د اسلام بازار او سوداګري پر ځیرکتیا، امانت، عقل، درایت او د سوداګرۍ پر احکامو ولاړه ده: «لا یقعدون فی السوق الا من یعقل الشراء و البیع[323]»، «الفقه ثم المتجر[324]».
په اسلام کې راکړې ورکړې ته، واجبات، مستحبات، محرمات او مکروهات ټاکل شوي، چې تفصیل یې بل وخت غواړي او ځینو ته یې اشاره کېږي: پلورونکی چې کوم څیز پلوري ربا، قسم او ستاینه یې منع ده، پېرونکی چې کوم څيز پېري، بد به یې نه وايي، د پېر پلور څیز نیمګړتیاوې به نه پټوي او ټکې به پکې نه کوي، سوداګر باید حق ورکړي او حق واخلي او خیانت دې نه کوي او که مقابل لوری پښېمانه شو، معامله پای ته ورسوئ او که په تنګسه کې شو، مهلت دې ورکړي او که چا ورته وویل، یو څیز راته واخله، څه چې خپل لري ور دې یې نه کړي، که ورته یې وویل څیز مې وپلوره، ځان ته دې یې نه پېري او که خپله یې تلل، لږدې واخلي او ډېر دې ورکړي، که څه نیت یې دا وي، چې په خپله ګټه یې لږو ډېر نه کړي او هر سوداګر (تاجر) فاجر دی؛ خو هغه چې په خپله خبره کې رښتونی دی.
او له هغه به خیر یونسي، چې وايي په سودا او راکړه ورکړه کې درسره نیکي او ښه چلېږم. پېروونکیو ته دې بې د کومې اړیکې په پامنیوي، په یوه نظر ویني او د کوم څیز چې بیه معلومه ده؛ نو څوک چې چنې ورسره وهي او هغه چې چوپ دی، په یو نرخ دې یې پرې وپلوري، حساب و کتاب دې زده کړي او بې لیکنې او حسابه دې، سودا نه کوي او د خلکو د اړتیا وړ څیزونه دې نه احتکاروي (نه زېرموي)، سهل المعامله دې وي،(یعنې په راکړه ورکړه کې دې اساني کوي) په اسانۍ دې وپېري او وپلوري، په اسانۍ دې د خلکو حق ورکړي او له خلکو دې خپل حق واخلي او پر پوروړي دې سختي نه کوي او تر معاملې روسته دې بیه کمول ونه غواړي، چې مؤذن اذان وکړ، له بازاره دې جومات ته وروځغلي او د الله په یاد دې زړه پاک او صفا کړي او په نمانځه دې له طبیعي نړۍ ځنې له طبیعت ورهاخوا نړۍ ته ور والوزي:((فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ.رِجَالٌ لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ (نور – ۳۶او ۳۷ آیتونه): (دا بله ډيوه) په هغو كورونو كې ده، چې الله يې (د دېوالونو) د لوړولو حكم كړى دى (چې د شيطان له لاسوهنو خوندي وي)؛داسې كورونه دي، چې د الله نامه پكې يادېږي او سهار و ماښام پكې د الله پاكي ويل كېږي، (په كورنو كې داسې) سړي دي، چې سوداګري او راكړه وركړه يې د الله له ياد او د نمانځه له درولو او د زكات له وركولو نه ناگاروي، دوى له هغې ورځې ډارېږي، چې (له ډېرې وېرې) زړونه پكې اوړي را اوړي او سترګې رډې راوځي.))
که څه د اسلام د ښوونې او روزنې معجزه ډولي اغېزې باید د قرآن په ټولو آیتونو او د سپېڅلیو اهل بیتو په سننو کې ولټوو؛ خو داچې د کتاب و سنت د لمر هره وړانګه، د پوهې او ښیون د رڼا مرکز دی، د فرقان سورت په روستیو آیتونو او درې احادیثو چې ددې ښوونځي د روزل شویو د څیرو هنداره ده، بسیاینه کېږي:
۱- ((وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا.وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا.وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا.إِنَّهَا سَاءتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا.وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا.وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا.يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا.إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا.وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا.وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا.وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا. وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا . أُوْلَئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَامًا . خَالِدِينَ فِيهَا حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا (فرقان: ۶۳ تر ۷۶): او د لوراند (الله ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي؛هغوى چې خپل پالونكي ته شپه پر سجده او ولاړه تېروي؛او هغوى چې وايي: ((پالونكيه! د جهنم عذاب رانه واړوه؛ ځکه عذاب یې تل (په خلکو پسې) لازمي نښتی وي. په رښتيا چې دا (جهنم) بدتمځی او مېشتځی دى!)) او هغوى چې كله (د الله په لار کې) لګښت كوي؛ نو نه بېځايه لګښت كوي او نه کنجوسي؛ بلكې منځلاري وي؛او هغوى چې له الله سره بل معبود نه نمانځي او هغه ساکښ په ناحقه نه وژني، چې الله یې [وژل] حرام كړى او نه زنا كوي او څوك چې دغه چارې وكړي (؛نو) د خپلې ګناه (سزا) به ومومي. په قيامت كې يې عذاب دوه (يا څو) ګرايه زياتېږي او تل به پکې خوار پروت وي! خو څوک چې توبه وكاږي او ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي؛ نو الله يې بدي پر نېكيو اړوي او الله مهربان بښونكى دى. او څوك چې توبه وكاږي او نېكې چارې وكړي؛ نو په رښتیا یې الله ته پناه یووړه (او خپله بدله ترې اخلي). او هغوى چې په دروغو شاهدي نه وايي (او په باطلو غونډو كې ګډون نه كوي) او چې پر کوم عبث کار ورشي (؛ نو) په خورا عزت ترې تېرېږي [او ځان پرې نه ککړوي]؛ او هغوى چې كله د خپل پالونكي په آيتونو نصيحت ورته كېږي (؛ نو) ځان پرې ړوند او کوڼ نه اچوي؛او (د لوراند الله ځانګړي بندګان) هغوی دي، چې وايي: ((پالونكيه! موږ ته له خپلو مېرمنو او اولادونو د سترگو يخېدل راکړه او د متقیاتو مشران مو كړه.)) (هو!) دوى به د خپل زغم له لامله (د جنت هسکې هسکې) ماڼۍ بدله ومومي او په ښه راغلاست او سلام ويلو به يې هر كلى وشي. هلته به تلمېشتی وي؛ (او دا) غوره تمځی او غوره هستوګنځی دى!))
لوراند خدای ته د بندګۍ اغېز – چې لورنې یې بدکاري او نېکچاري رانغاړي- دادی چې پر ځمکه د عباد الرحمن تګ – چې د چلن نښه یې ده- نه په تکلف دی او نه په (تجبر او) تکبر.
عباد الرحمن هغوی دي چې د خالق تعالی پر وړاندې ذلیل او دخلکو پر وړاندې متواضع او خاکساري دي، چې نه یوازې نورو ته ازار نه ورسوي: بلکې د نورو ځورونه (هم) زغمي او هغوي چې له دوی سره په ناپوهۍ خبرې کوي، ددې پر ځای چې هماغسې ورسره وچلېږي، نه یوازې په زغم ورسره چلېږي؛ بلکې د ناپوهۍ او جهالت له ناروغۍ ورته د روغتیا هیله کوي: « وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا: او چې له ناپوهانو سره مخ شي سلام ورته وايي».
هغوی چې پردیو او مخالفینو ته یې شعار او خبره سلام او سلامتیا ده؛ نو اشنایانو او موافقانو ته یې بې له مواساتو، مینې، ښې ګوذارې او سرښندنې (ایثار) بل انتظار نشته.
دایې د ورځې ویناوې او چلن دی؛ خو د شپې یې حالت دادی چې د اسمان څنډ ته یې سترګې نیولي او په ستورو او ستورلیځونو کې دالله پاک د علم، قدرت او حکمت نښې ویني او په دې نښو کې دخدای د عظمت په تجلا، شپه په ولاړه او سجدو تېروي: وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا ».
او داچې په دقت او ځیرنه ویني چې میلیونونو ستوریو الهي طبیعي قوانینو ته غاړه ایښي او له خپل چورلیزه نه اوړي؛ نو د دین او الهي قانون د چورلیز له ډاره وايي: « رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا ».
د خپلو شتمنیو په تړاو – چې د وینې په څېر د ټولنې د ژوند لامل دی- داسې چلي چې له امساکه د ویني پر فشار او په انفاق کې له اسرفه په فقرالدم اخته نشي او له منځلارۍ نه وځي، چې هم یې ځان ته پام وي او هم یې نورو ته: « وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا ».
دوی هغه کسان دي چې زړه او ژبه په شرک، لاس په ناحقه وینه او لمن په زنا نه ککړوي: « وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ».
دوی هغه کسان دی چې له دروغو او باطلو څنډې ته دي او په خپلې بزرګوارۍ او ستریا له چټي خبرو او کړنو تېرېږي او دغسې وګړي چې په باطلو او ناحق غونډو کې ګډون نه کوي او عزت یې اجازه نه ورکوي چې ځان په چټیاتو او عبث چارو ککړ کړي؛ نو د دوی دشتون (وجود) له ونې بې د علم، حکمت، امانت، صداقت او عدالت میوه نه واڼلېږي: « وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا ».
دوی هغه کسان دي چې کله د خدای په آیتونو پند ورکول کېږي، ړانده او کاڼه پری نه ورلوېږي؛ بلکې د زړه په غوږونو یې اوري د اندنې او تدبر په سترګو یې ويني: « وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا ».
دغسې کسان حق لري چې له الله تعالی د متقیانو مشري وغواړي او ووايي: « وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا » او د اندیزو، اخلاقي او عملي انحرافاتو د عواملو پر وړاندې یې د ځانساتنې بدله هغه ماڼۍ (غرفه)ده چې خدای تعالی یې وعده ورکړې، چې په دې عرفه کې الهي اوچتو لورنو ته – چې تحیت او سلام دی- ورسي: « أُوْلَئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَامًا »، « سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ [325]»
۲- په یوه روایت کې له رسول اکرم(ص) نقل شوي چې ویې ویل:
د مؤمن ایمان هله پوره کېږي چې یو سل و درې خویونه ولري، دلته له موضوع سره به تړاو څو یې یادوو:
د مؤمن پوهه ډېره او زغم یې ستر دی، عاقل ته نصیحت کوونکی او جاهل(ناپوه) ته ښوونکی دی، څوک یې چې وځوروي؛ خو دا یې نه ځوروي، څه یې چې نه پکارېږي لاس نه ورغځوي، د چا په کړاو نه خوشحالېږي، د چا غیبت نه کوي، د مسافرو لاس نیوونکی او د پلار مړی (یتیم) پلار دی، په څېرې کې یې ښادي او په زړه کې یې خپګان دی، د چا راز نه راسپړي، د چا د ستر بې احترامي نه کوي، پر امانتونو امین او له خیانتونو لرې دی، حرکات یې ادب او خبره یې هېښنده وي، اوچتې چارې او اخلاق غواړي، زړه یې متقي او پوهه یې پاکه ده، د قدرت پر وخت عفوه کوي، پر کړې ژمنې وفا کوي، نه په خپلې کینې کې ډوبېږي او نه په خپلې مینې کې هلاکېږي (حب و بعض یې، له منځلارۍ نه وباسي) د خپل دوست باطل نه مني او حق پر خپل دښمن هم نه ورتپي، د پوهې لپاره زده کړه کوي، ځان د عمل لپاره پوهوي، که له دنیا والو سره یو ځای شي. ددوی خورا ځیرک دی او که له آخرت والو سره یو ځای شي د دوی خورا متقي دی[326].
۳- د دیني مشرانو ویناوې پر عقل، علم او ایمان ولاړې دي؛ دلته د امام زین العابدین د وینا یوه برخه را اخلو چې زموږ له موضوع سره تړاو لري: که څوک مو ولیدل چې سیرت، خوی او خوله یې ډار، عبادت او زهد ښيي او په خپلو کړو وړو کې عاجزي ښکاره کوي؛ نو پرې مه غولېږئ: ځکه ډېر کسان شته چې دنیا تر لاسه کولای نشي؛ نو په دین زړونه ښکار کوي؛ خو که په حرامو برلاسی شي پکې ور ډوبېږي؛ که ومو لیدل چې له حرامو هم ځان ساتي، بیا هم ونه غولېږئ؛ ځکه خلک بېلا بېل شهوات او هوسونه لري؛ ځکه ډېر خلک دي چې له حرامو ځان ساتي که څه هم ډېر وي؛ خو د لمنې د شهوت پر وړاندې، ځان بایلي، که ومو لید چې له دې هم ځان ساتي ونه غولېږئ، ووینئ چې عقل یې څنګه دی، ځکه ډېر کسان شته چې دا ټول یې پرېښي؛ خو متین او پوخ عقل نه لري او د ناپوهۍ فساد یې تر عقلي سمونې ډېر دی او که عقل یې هم پوخ و، بیا هم ونه غولېږئ، ووینئ د عقل او هوس په مبارزه کې د عقل پر خلاف له خپل هوس سره ملګری کېږي یا د هوس پر خلاف له خپل عقل سره،او د باطلو ریاستونو او حکومتونو پر وړاندې یې مینه څنګه ده؛ ځکه په خلکو کې داسې کسان شته چې دنیا ته د دنیا ورشاکوونکی دي[327].
پایله داچې د کمال کچه او معیار، غولوونکي خبرې، عاجزانه کړنې،د مال، خېټې او لمنې له شهواتو سترګې پټول نه دي؛ بلکې معیار عقلي کمال دی، چې د ناپوهۍ له تیارو چاڼ شوی وي، چې د صلاح او اصلاح (پېلامه) مبدأ شي او (همدا راز) هغه غوښتنه ده، چې د خدای د حکم تابع (اېل) وي چې هېڅ هوس ان د مقام او دبدبې شهوت یې تېر نباسي او ((له باطلو سره)) له عزته تېر شي او له حق سره ذلت غوره او انتخاب کړي.
۴- «عنوان بصري»، چې۹۴ کلن و او له ارواښاد مالک بن انس ـ د مالکي مذهب امام ـ سره يې د علم زده کړې لپاره ناسته پاسته درلوده، چې کله امام صادق مدينې ته راغی ويې غوښتل، چې علم ترې زده کړي؛ خو امام ورته وويل:
تاسې خو داسې سړی غواړئ، چې د شپې و ورځې په هر ساعت کې په اورادو او اذکارو بوخت دی.»
«عنوان» خپه شو او د رسول اکرم (ص)مبارکې روضې ته ورغی تر دوه رکعته نمانځه روسته يې دعا وکړه، چې د امام زړه پرې وسوځي او له پوهې يې برخمن او پر نيغ لار ښيون شي، خپه کور ته راستون شو او په زړه کې يې د امام مينه ولوېده، د زده کړې لپاره مالک (رح)ته هم نه ورتله او يوازې فرض نمانځه ته راوته.
، چې صبر يې پای ته ورسېد، يوه ورځ تر ماذيګر نمانځه روسته د امام صادق کور ته ورغی، خادم ورته وويل:
څه اړتيا لرې؟
ويې ويل: اړتيا مې پر شريف سلام اچول دي.
ورته يې وويل: پر نمانځه ولاړ دی.
عنوان د کور وره ته کېناست، خادم وويل، د خدای په برکت راننوځه، عنوان وويل: ورننوتم، سلام مې واچو،سلام يې راځواب کړ، ويې ويل: کېنه خدای دې وبښه،څه وخت يې سر ټيټ کړ، روسته يې راپورته کړ، زما کنيه يې وپوښته او دعا يې وکړه.
له ځان سره مې وويل: که په دې ليده کاتو او سلام کې مې بې له دعا څه راپر برخه نشي، همدا دعا راته بس ده.
روسته يې سر راپورته کړ، ويې ويل: څه اړتيا لرې؟ ومې ويل: له الله پاک مې غوښتي، چې د زړه دې راپام او ستا له علم نه مې څه روزي شي او هيلمن يم، چې دعا مې قبوله شوې وي.
ويې ويل: يا ابا عبدالله، په يقين، علم په تعلم (او ښوونه) نه دی: علم (پوهه)يوه رڼا ده،الله يې د هغه په زړه کې اچوي، چې د د ه ښيون (هدايت) يې غوښتی وي؛ نو که مراد دې علم وي؛ نو په ځان کې دې د بندګۍ حقيقت پيدا کړه او علم د علم په کارونې او عملي کولو وغواړه او له خدايه پوهېدنه (فهم) وغواړه، چې پوه دې کړي.
ومې ويل: د بندګۍ حقيقت څه دی؟ ويې ويل: درې څېزونه دي.
الف: داچې الله بنده ته څه ورکړي وي، ځان يې مالک ونه ګڼي؛ ځکه د خدای بنده ګان کوم ملک نه لري، مال، مال الله بولي او چېرې چې خدای امر کړی وي، مال پرېږدي او لګوي.
ب: داچې بنده ځان ته کوم تدبير او (چار سنبالي) ونه سنجوي.
ج: داچې بوختيا يې په هغه څه کې وي، چې الله يې امر او نهې کړې وي.
نو بنده چې ځان ته څه ملک ونه ليد، د هغه څه لګښت ورته اسانېږي، چې خدای د لګښت امر ورته کړی او داچې خپل تدبير يې خپل مدبر ته ور پرېښی، د دنيا مصائب او کړاوونه ورته اسانېږي، او داچې د خدای په «امر ونهې» بوخت شو، څه فرصت نه مومي، چې پر خلکو ووياړي؛ نو، چې الله پاک خپل بنده په دې درېيو چارو عزتمن (اکرام) کړ؛ نو دنيا، شيطان او مخلوق ورته اسانېږي، دنيا، ډېر غوښتنې او وياړنې ته نه غواړي، څه چې له خلکو سره دي عزت، لوړاوی او برتري ته يې نه غواړي، خپل عمر خوشې نه تېروي.
نو دا د تقوا لومړۍ درجه ده، چې خدای پاک ويلي دي: قصص ۸۳:: « تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا: د آخرت کور يوازې هغوی ته دی، چې پر ځمکه لويي او فساد نه غواړي او ښه پای يوازې د پرهيزګارانو ده.»
ومې ويل: يا ابا عبدالله وصيت راته وکړه.
ويې ويل: د نهو څيزونو وصيت درته کوم، او دا مې هغو کسانو ته وصيت دی، چې مراد يې د خدای لار وي، او له خدايه غواړم پر عملي کولو يې بريالی شې؛ درې وصيته د نفس په رياضت، درې په حلم/زغم او درې په علم/ پوهې کې دي.
هغه چې په رياضت کې دي؛ څه چې دې خوا ته نه کېږي، مه یېخ وره، وږی کېدې خوره یې چې دې خوړل نو حلال خوره او د الله پاک نامه پرې اخله او د پېغمبر (ص)حديث درياد کړه چې ويلي يې دي: بنيادم تر خپلې خېټې بدتر لوښی ډک کړی نه دی؛ نو که چاره نه وه، يوه برخه يې خوړو، يوه يې څښاک او بله يې سا ايستو ته پرېږده.
د حلم/زغم په باب وصيتونه: چا چې درته وويل: که يوه ووايې، لس به واورې، ته ووايه: که لس ووایې يوه به هم وانه ورې، چې چا په بدو ياد کړې ورته ووايه: که وينا دې رښتيا وي، له الله پاک غواړم، چې ومې بښي او که دروغجن يې؛ نو خدای دې وبښه، که چا کنځلې، ته يې په ښو ياد کړه.
د علم په باب وصيتونه: پر څه چې نه پوهېږې، پوهان وپوښته، څوک د تجربې لپاره مه پوښته، پر څه چې نه پوهېږي، پر خپل ګومان عمل مه کوه، تر شونې بريده احتياط خپل کړه، له فتوا ورکولو داسې تښته لکه له زمري، چې تښتې او غاړه دې مه پُلُ کوه، چې خلک پرې تېر شي.
پاڅه چې نصيحت مې درته وکړ او وِرِد مې مه خرابوه، چې بوخت شم: «والسلام علی من اتبع الهدی: او د ښيون پر ر لاروي دې سلام وي.»[328]
څه چې وويل شول، د امامت د ځلاند لمر يوه وړانګه وه، چې قلم يې له ليکنې او خوله يې له ويلو بېوسي دي.
د کلام پای د امام صادق (رح)په يوه روايت ده، چې ويې ويل:
«د رسول اکرم (ص) توره راسره ده، د رسول الله بيرغ راسره دی، د سليمان بن داوود خاتم (او مهر) راسره دی،هغه لوښی راسره دی، چې موسی بن عمران قرباني پرې کوله، او هغه نامه/اسم راسره ده، چې رسول الله به د مسلمينو او مشرکينو ترمنځ ايښووه، پر مسلمانانو به د مشرکانو غشی نه لګېده…
د موسی(ع) الواح/ تختې( راسره دي، د موسی لکړه راسره ده، موږ د پېغمبر وارثين يو، جفر احمر، جفر ابيض او د فاطمې مصحف راسره دی، او جامعه راسره ده، چې د خلکو ګرد سره اړتياوې پکې دي.
فی الاصل کنانجو ما يستضاء بنا وللبرية نحن اليوم برهان نحن الجوار التی فيها لغائصکم ورثمين و ياقوت و مرجان مساکن القدس والفردوسی فملکها و نحن للقدس والفردوس خزان من شذ غنا فبرهوت مساکنه ومن اتانا فجنات وولدان[329].
په پای کې دوو ټکیو ته پاملرنه لازم ده:
الف: په دین کې تعبد
د اسلام د دین د آرونو او څانګو (اصول او فروعاتو) په پام کې نیونه، په عباداتو او معاملاتو کې اندنه او ددې دین په سیاساتو – د ځان، کور او ټولنې په سنبالنه او تدبیر- کې سوچ او ددې دین په آدابو- په مستحباتو او مکروهاتو – کې تدبر په دې مقرراتو کې د څرګند حکمت ښودونکی دی. دایو طبیعي چار دی چې د ګردو احکامو د حکمت درک؛ بلکې د هر حکم د ټول حکمت درک، په هغه دین کې چې په دنیا او آخرت کې دانسان د نېکمرغۍ کړلار ده، شونی نه دی؛ خو هغه ته چې پر دنیا و آخرت او پکې د انسان پر اړتیاوو او د اړتیاوو دلرې کولو پر لار ورچاپېر وي، او د یوه حکم د حکمت نه پېژندل،په دې حکم کې د حکمت د نشتون دلیل نه دی.
او څنګه چې د پېدایښت او تکوین کتاب، محکمات او متشابهات لري، د تشریع کتاب هم محکمات او متشابهات لري او د متشابهاتو د شتون له امله نبایدله محکماتو لاس واخلو او همدا راز نباید د پیدایښت په نظام او دین کې د متشابهاتو شتون عبث، چټي او هسې په هسې وګڼو: «والراسخون فی العلم یقولون امنا به کل من عند ربنا: څوک چې په علم کې رسوخ لري، وايي: ایمان مو پرې راوړی، ټول زموږ د پالونکي له لوري دي[330]».
او باید پوه شو چې د آخرت په پرتله د انسان دنیوي ژوند لکه په زیلانځ کې د جنین ژوند، چې هلته قواوې او غړي ورکول کېږي او جنین که څه د عقل و شعور خاوند وي؛ خو جنین ته ددې غړیو کارونه او دشتون پایله د درک وړ نه ده او هېڅکله د ماغزو په راز ډولي جوړښت پوهېدای نشي یا د اورېدو او لیدو غونډال او تنفسي جهاز ورته څه پکارېږي؛ خو چې نړۍ ته راشي حکمت یې ظاهرېږي.
همدا راز د طبیعت د مور په زیلانځ کې دانسان د روح جنین د الهي وحې په ښوونې او روزنې باید په داسې قواو او غړیو سنبال شي چې د ابدي ژوندون وزلې یې دي او ددې سپارښتنو حکمت آخرت ته له قدم اخستوروسته څرګندېږي.
نوځکه ددین په احکامو کې تعبد د انسان د پیدایښت له ضروریاتو دی؛ بلکې د انساني کمال له اړتیاوو دی؛ داچې د عامل ارزښت په عمل دی، او د عمل ارزښت په داعي (بلونکي) او د عامل محرک پر دې عمل دی اود معصوم وینا هم دې واقعیت ته یوه لارښوونه ده چې وايي: «انما الاعمال باالنیات ولکل امرئ ما نوی: په یقین کړنې په نیتونو پورې تړاو لري او هر چاته خپل نیت ورګرځي[331]»؛ نوځکه د الله لپاره د الله اطاعت له مصلحتونو، مفاسدو، ګټې او زیانه په سترګې پټولو د مقربینو مقام دی.
ب: د دیني عالمانو لاروي پکار ده
انسان چې ژوند او روغتیا یې د قوانینو اېل ده، چاره نه لري چې د ځان د روغتیا لپاره یا طبیب وي او یا ډاډمن ځیرک طبیب ته ورشي او لارښوونې یې عملي کړي او یا احتیاط خپل کړي او د هر څه چې احتمال ورکوي په زیان یې دی ډډه ترې وکړي، چې پوه شي یا له پوه وپوښتي.
بلکې تقلید او لاروي د انساني ژوند له اړتیاوو ده، که پوه وي او که ناپوه؛ په خپل ورځېني ژوند کې تقلید ته د ناپوه اړتیا څرګنده ده او تقلید ته د عالم (پوه) اړتیا په دې پار ده، چې د هر پوه د پوهې کړۍ دده د ناڅیزه برخې په اړتیاوو پورې محدوده ده: لکه د طب پوه باید د خپل کور په جوړولو کې د مهندس مقلد وي او که په الوتکې کې سور شو د پېلوت مقلد وی او که په بېړۍ کې ورسور شو، د ماڼو لاروی وي.
طب ډېرې څانګې لري، که یو څوک په یوه غړي کې تخصص او کارپوهي لري؛ نو باید په بل غړي کې د بل متخصص لاروی او مقلد وي؛ په پایله کې د هېڅ وګړي ژوند بې تقلیده نه تنظمېږي (نه ډونېږي) نوځکه څوک چې پر دین ایمان لري او پوهېږي چې په دین کې دندې او مکلفیتونه ورته ټاکل شوي؛ نو عقل او فطرت یې حکم ورته کوي چې ددې دندو په باب له دریېو لارو یوه یې خپله کړي: یا باید ددې دندو په باب علم تر لاسه کړي، یا له هغه عالمه لاروي وکړی، چې پردې دندو پوهېږي او یا احتیاط خپل کړي او په داسې حال کې چې نه عالم وي او نه احتیاط خپلوي؛ نو یوازېنۍ لار داده چې پردې احکامو او دندو د عالم د نظریاتو لاروي وکړي او که پوهانو په دې احکامو کې د نظر اختلاف درلود، د اعلم او خورا پوه د نظر لاروي دې وکړي، همدا راز که طبیبانو یې د درد په تشخیص او درملنه کې اختلاف درلود؛ نو باید په دوی کې یې خورا پوه ته ورشي.
او داچې د اسلام دین، دعلم دین دی او هر عمل – که څه په واسطه- باید په علم پای ومومي او تقلید هم چې د دین په احکامو کې د عالم او مجتهد په رای ډاډ او لاسوند (استناد) دی- لکه چې څرګنده شوه- بایدپر علم، عقل او فطرت ولاړ وي:((وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً(اسرا- ۳۶): او د هغه څه لاروي مه کوه چې پرې نه پوهېږې، په یقین غوږونه، سترګې او زړه ټول یې پازوال دي».
سرچینې
پای
[1] روم – ۳۰
[2]. طه – ۵۰
[3]. نحل- ۹۶
[4]. یونس /۶۲، ۶۳ او ۶۴ آیتونه.
[5]. بېشکه چې هغه«علم» یوه رڼا ده، خدای یې د هغه په زړه کې وراچوي، چې هدایتوي یې.(بحار:۱ټ، ۲۲۵مخ)
[6]. پوه په ناپوهانو کې لکه ژوندی په مړیو کې. (بحار: ۱ټ، ۱۷۲مخ)
[7] طه- ۱۱۱
[8] نحل- ۹۷
[9] بحار:( ۸۴، ۳۳۹ مخ)
[10]. (بحار: ۹۵، ۸۲ مخ)
[11]. (بحار: ۳ټ، ۳۶مخ)
[12]. (التوحید: ۲۹مخ)
[13]. (بحار: ۴ټ، ۲۸۲مخ)
[14] – بحار الانوار: ۳ټ، ۳۱ مخ.
[15] – بحار الانوار: ۳ ټ، ۳۲ مخ.
[16] – اعلی: ۲ او ۳ آيتونه.
[17] – بحار الانوار: ۳ټ، ۳۲ مخ.
[18] (التوحید: ۲۵۰ مخ)
[19]. (بحار الانوار: ۳ټ، ۴۱ مخ)
[20]. بحار الانوار: ۳ټ، ۴۳مخ:
[21]. (بحار الانوار:۳ټ،۲۳ مخ)
[22]. نهج البلاغه: رسائل امیرالمؤمنین، ۳۱گڼه.
[23]. آل عمران – ۱۰۹
[24]. بقره – ۱۵۶
[25] نور – ۳۵
[26]. التوحید- ۱۹ مخ
[27] التوحید، ۲۰ مخ
[28] التوحید، ۲۲ مخ
[29] التوحید، ۳۰ مخ
[30] (بحار الانوار: ۳، ۲۰۶ مخ)
[31] (بحارالانوار،۵۴ ټ، ۴۳مخ )
[32] (قصص- ۸۸)
[33]. (رحمن: ۲۶،۲۷)
[34] بحارالانوار: ۴ټ،۲۶۴مخ.
[35] بحار الانوار: ۵ټ،۵۸
[36] بحارالانوار: ۵ټ، ۵۹مخ
[37] وګورئ: علل الشرایع: ۱ټ، ۵مخ، ۶باب، ۱ ګڼه حدیث.
[38] [د (حجر- ۲۹) آیت ته اشاره ده: ((فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ: او چې مې هغه برابر کړ او خپل روح مې پکې وپوکه: نو ورته سجده کوونکي شئ.))]
[39] بحار الانوار: ۶ټ، ۲۴۹ مخ.
[40] [فصلت- ۴۲: قرآن ته له مخې او شا هېڅ باطل ورننووتای نشي].
[41] ( اصول کافي: ۱ټ،۱۶۸ مخ)
[42] زخرف- ۶۳: ویې بېشکه له حکمت سره درته راغلی یم.
[43] نحل- ۱۲۵: په حکمت د خپل پالونکي لوري ته بلنه وکړه.
[44] نور- ۳۵: نژدې ده چې غوړي یې بل شي، که څه اور ور ونه رسي.
[45] بحار الانوار: ۶ټ، ۵۹مخ.
[46] تفسیر الطبري: ۲۹ټ، ۱۵۶مخ، د مدثر سورت تر ۲۴ آیت لاندې.
[47] (بحار الانوار: ۴ټ، ۱۴۹ مخ)
[48] (بحار الانوار: ۶۶ټ، ۲۹۳مخ)
[49] [فخررازي، التفسیر الکبیر: ۳۲ټ، ۱۲۴مخ+ مجمع البیان تفسیر: ۱ټ، ۴۵۹ مخ)
[50] کافي: ۲ټ، ۱۶۷ مخ، کتاب الایمان و الکفر، باب البر بالوالدین، ۱۸ ګڼه حدیث+ الجامع الاحکام القرآن: ۷ټ، ۹۷مخ، انعام- ۴۰ آیت او نور کتابونه.
[51] معجم البلدان: ۴ټ، ۲۶۳مخ.
[52] کافي: ۲ټ، ۲۶۲مخ.
[53] بحار الانوار: ۴۲ټ، ۱۵۷ مخ.
[54] مجمع البیان: ۶ټ، ۳۳۷مخ، د آیت تر تفسیر لاندې.
[55] مجمع البیان: ۹ټ، ۲۲۶مخ، د آیت تر تفسیر لاندې
[56] ابن ابی الحدید،د نهج البلاغې شرح: ۱ټ، ۲۴ مخ.
[57] مناقب آل ابی طالب: ۲ټ، ۸۴مخ.
[58] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۱۷مخ.
[59] المستدرک علی الصحیحین: ۳ټ،۳۲مخ+ بغداد تاریخ: ۱۳ټ، ۱۹مخ + بحار:۴۱ټ،۹۶مخ.
[60] بحار الانوار: ۴۲ټ،۳۳مخ.
[61] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۱۷ مخ.
[62] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۱۲۱ مخ.
[63] بحارالانوار: ۴۱ټ،۳۲مخ.
[64] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۶۹مخ.
[65] بحارالانوار:۴۱ټ، ۳۲مخ.
[66] بحار الانوار: ۴۱ټ: ۵۲مخ.
[67] بحار الانوار:۴۰ټ: ۳۲۴ مخ.
[68] نهج البلاغه،۱۶۰ خطبه: پر خدای قسم څپلۍ مې دومره پیوند کړه چې له موچي مې حیا وکړه».
[69] حلیة الاولیاء: ۷ټ، ۳۰۰مخ.
[70] بحار الانوار: ۴۰ټ، ۳۲۱مخ. « دهغه الله ستاینه چې څنګه یې ور دننه کړی وم، هماغسې یې راوایستم».
[71] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۴۳مخ.
[72] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۱۳۲ مخ.
[73] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۴۳ مخ.
[74] بحار الانوار: ۴۰ټ، ۳۳۸مخ.
[75] بحار الانوار: ۴۲ټ، ۲۷۶مخ.
[76]دشتي: د خيبر تر سوبې وروسته ددې سیمې يهوديانو له رسول اکرم سره سوله وکړه او “فدک” يې پېغمبراکرم ته وباښه او رسول اکرم هغه فاطمې بي بي ته ورډالۍ کړ او د پېغمبراکرم په ژوند پينځه کاله له فاطمې سره و؛ خو د حضرت ابوبکر(رض) په خلافت کې ترې واخستل شو. په دې باب وګورئ: “فرهنګ سخنان فاطمه، د ف ټکى، فدک.”
[77]يامه د عربستان په سهیل کې يوه سيمه ده.
[78]دا شعر حاتم طايي ته منسوب دى.
[79] د Botany (بوټپوهنې) علم ته اشاره ده.
[80] مجادله/ ٢٢ آيت
[81] حلیة الاولیاء: ۴ټ، ۱۳۹مخ.
[82] نهج البلاغه: ۲۷مه خطبه « که یو مسلمان نارینه ددې پېښې له افسوس او خپګانه ومري، پړ نه دی ؛بلکې په نزد مې ددې مرګ وړ دی».
[83] وسائل الشیعه: ۱۵ټ، ۶۶مخ، کتاب الجهاد، ابواب جهاد العدو، باب ۱۹.
[84] نهج البلاغه: ۲۲۴مخ.
[85] عوالی اللئالي: ۱ټ، ۴۰۴ مخ.
[86] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۳۱ مخ « خدای ماته ادب راښوولی او علي ته ما ادب ورښوولی دی».
[87] بحار الانوار: ۳۶ټ، ۴۰ مخ.
[88] بحار الانوار: ۳۹ټ، ۲مخ.
[89] بحار الانوار: ۱۸ټ، ۱۸۰ او ۱۸۲ مخونه.
[90] بحار الانوار: ۱۸ټ، ۱۶۰ مخ.
[91] بحار الانوار: ۱۸ټ،۲۰۵ مخ+ الکامل فی التاریخ: ۲ټ، ۶۳مخ.
[92] مناقب آل ابی طالب: اټ، ۶۸مخ.
[93] حلیه الاولیاء: اټ، ۱۴۸مخ.
[94] بحار الانوار: ۱۸ټ، ۲۱۰ مخ.
[95] بحار الانوار: ۱۸ټ، ۲۴۳مخ « سکه دنړیوالو رحمت ته رالېږل شوی یم».
[96] الخرائج و الجرائح: ۱ټ، ۱۶۴مخ.
[97] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۴۳مخ.
[98] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۵ مخ.
[99] بحارالانوار: ۲۱ټ، ۱۷۰مخ.
[100] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۱۹مخ.
[101] بحار الانوار: ۴۳ټ، ۸۶مخ « د اخرت حلاوت پر وړاندې د دنیا په سختیو کې بیړه وکړه».
[102] بحار الانوار: ۴۳ټ، ۸۵مخ.
[103] (آل عمران- ۶۱)
[104] (احزاب-۳۳)
[105] الاصابه فی تمییز الصحابه: ۴ټ، ۴۶۷مخ+ تفسیر القرطبي: ۲۲ټ،۹مخ+ المستدرک علی الصحیحین:۲ټ، ۴۱۶مخ+ تفسیر القرطبي: ۱۴ ټ، ۱۸۳مخ+ احمد حنبل مسند:۶ټ، ۲۹۸ او ۳۲۳مخونه، کافي: ۱ټ، ۲۸۷مخ + الخصال: ۵۵۰مخ.
[106] صحیح بخاري: ۴ټ، ۱۸۳مخ+ صحیح ابن حبان: ۱۵ټ، ۴۰۲مخ،۶۹۵۲ ګڼه حدیث.
[107] بحار الانوار: ۴۳ټ، ۲۵مخ.
[108] بحار الانوار: ۴۳ټ، ۷۶مخ.
[109] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۲ مخ
[110] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۱۵ مخ
[111] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۵ مخ
[112] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۷ مخ
[113] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۷ مخ
[114] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۷ مخ
[115] بحار الانوار: ۱۶ټ،۲۲۸ مخ
[116] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۸ مخ
[117] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۵ مخ
[118] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۸ مخ
[119] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۸ مخ
[120] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۷ مخ
[121] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۷ مخ
[122] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۹ مخ
[123] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۳۰ مخ
[124] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۶۴ مخ
[125] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۱۶ مخ
[126] بحار الانوار: ۴۰ټ، ۳۳۱ مخ
[127] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۱۴۹ مخ
[128] الکافي: ۲ټ، ۱۰۸مخ، کتاب الایمان و الکفر، باب العفو، ۹ګڼه حدیث.
[129] قلم – ۱۴
[130] تورات، تثنیه سفر، ۳۳باب
[131] یوحنا انجیل، ۱۴باب
[132] او په ۱۵ باب کې راغلي دي
[133] انیس الاعلام:۱ټ، ۶مخ.
[134] (بحار الانوار: ۷ټ،۴۷مخ).
[135] – بحار الانوار: ۱ ټ، ۹۰ مخ.
[136] شرح المواقف: ۸ټ، ۳۴۵مخ.
[137] نحل- ۹۰: په یقین خدای په عدل او احسان امر کوي.
[138] اعراف- ۱۵۷: دوی ته پر نېکیو امر کوي او له بدیو یې منع کوي.
[139] (المستدرک علی الصحیحین: درېیم ټوک، ۱۰۹ مخ)
[140] نحل- ۸۹: د هر څیز څرګندوونکی
[141] فصلت- ۴۲: باطل نه مخامخ ورتلا شي او نه له شانه.
[142] مائده- ۳: نن مې ستاسې دين درته پوره كړ.
[143] نحل – ۸۹: او موږ دا كتاب پر تا نازل كړى، چې د هر څه څرګندوونكى دى.
[144] المستدرک علی الصحیحین: ۳ټ، کتاب معرفة الصحابة، ۱۲۱مخ + بحارالانوار: ۳۸ټ، ۱۲۹مخ.
[145] پورته حدیث په ډېر لږتوپیر دعامه و او خاصه و په نورو کتابونو کې هم راغلی دی:
صحیح بخاري: ۴ټ،۲۰۸مخ+ صحیح مسلم: ۷ټ،۱۲۰ او ۱۲۱مخونه + الجامع الصحیح، سنن الترمذي: ۵ټ، ۳۰۲ مخ + خصائص النسائ: ۴۸ او ۱۲۱ مخونه + علل الشرایع: ۱ټ، ۶۶مخ + عیون اخبار الرضا: ۲ټ، ۱۲۲مخ.
[146] کفایة الطالب، ۲۸۳مخ+ ابن عبد البر، الستیعاب، قسم ثالث، ۱۰۹۷ او ۱۰۹۸ مخونه + جزري، اسنی المطالب: ۵۳مخ + بغوي، شرح النسة: ۱۴ټ، ۱۱۳مخ + حاکم حسکاني، شواهد التنزیل: ۱ټ، ۱۹۵مخ.
[147] (طه- ۲۹، ۳۰، ۳۱، ۳۲ آیتونه)
[148] فخر رازي، التفسیر الکبیر: ۲ټ، ۲۶ مخ، تردې آیت لاندې: « انما ولیکم الله ورسوله» + ابن سع، طبقات: ۳ټ، ۲۳مخ.
[149] المستدرک علی الصحیحین: ۳ټ، ۱۴مخ+ سنن الترمذي: ۵ټ، ۳۰۰مخ+ البدایة و النهایه: ۷ټ، ۳۷۱مخ+ النساب الاشراف: ۱۴۵مخ + مناقب آل ابی طالب: ۲ټ، ۱۸۵مخ + العمدة ۱۶۷ او ۱۷۲ مخونه.
[150] المستدرک علی الصحیحین: ۳ټ، ۱۴ او ۳۰۳ مخونه+ الدرالمنثور:۳ټ، ۲۰۵مخ + الامالی للطوسي: ۵۸۷ مخ+ العمدة: ۱۶۶مخ.
[151] انعام- ۱۳۲: او هر چا ته د خپلو کړنو درجې (او مرتبې) دي.
[152] انبیاء- ۴۷: او د قیامت پر ورځ د انصاف(قسط) تله ږدو؛ نو پر هیچا به هېڅ ظلم ونشي.
[153] اسرا- ۷۹: هیله ده ستا پالونکی دې په ستایل شوي مقام راپاڅوي.
[154] سنن ابن ماجه، ۱ټ، ۴۶مخ+ المستدرک علی الصحیحین: ۳ټ، ۱۱۲مخ + مسند الی حنیفة: ۲۱۱مخ + تاریخ الطبري: ۲ټ، ۵۶مخ + کنز العمال: ۱۱ټ، ۶۰۸مخ + الامالي للطوسي: ۶۲۶ او ۷۲۶ مخونه+ الخصال: ۴۲۲مخ.
[155] لسان المیزان: ۲ټ، ۱۵۷مخ + الاحتجاج للطبرسي: اټ، ۱۹۷مخ.
[156] الدر المنثور ددې آیت تر تفسیر لاندې: ۴ټ، ۲۹۵ مخ+ التفسیر الکبیر: ۱۲ټ، ۲۶مخ تر: « انما ولیکم الله….» آیت لاندې + شواهد التنزیل: ۱ټ، ۲۳۰ او ۴۸۲ مخونه+ المعیار و الموازنة: ۷۱ او ۳۲۲ مخونه + نظم درر السمطین: ۸۷مخ + شیخ سلمان قندوزي حنفي، ینابیع المودة: ۱ټ، ۲۵۸مخ او ۲ټ، ۱۵۳ مخ او دعامه و نورې سرچینې
مناقب امیرالمؤمنین: ۱ټ، ۳۴۸ مخ+ تفسیر فرات الکوفي: ۹۵، ۲۴۸، ۲۵۵ او ۲۵۶ مخونه+ شرح الاخبار: ۱ټ، ۱۹۲ مخ + کنزالفوائد: ۱۳۶ مخ+ مجمع البیان: ۳ټ، ۳۶۱ مخ.
[157] قصص – ۳۵: ژر به دې مټ ستا په رور مظبوط (او پیاوړی) کړو.
[158] آل عمران – ۳۹: او لارښود به وي او له سرکښو هوسونو به خوندي او له صالحو پېغمبرانو به وي.
[159] آل عمران- ۴۶: او له خلکو سره به په زانګو او پاخه عمر کې خبرې وکړي او له نېکانو دی.
[160] مریم- ۵۲: او د طور (غره) له ښي اړخ مو را وباله او د راز پر خبر مو (ځان ته) رانژدې کړ.
[161] نجم: ۸- ۹: بیا نژدې شو او راکېوت، تردې چې له پېغمبر سره یې واټن د دوو لیندیو هومره یا لږه وه.
[162] الاختصاص: ۲۱۲مخ.
[163] المستدرک الصحیحین: ۳ټ، ۱۰۸مخ+ صحیح مسلم: ۷ټ،۱۲۰ مخ + ترمذي سنن: ۵ټ، ۳۰۱مخ.
[164] المستدرک علی الصحیحین: ۳ټ، ۱۰۹مخ.
[165] صحیح البخاري: ۵ټ، ۷۶مخ، ۴ټ، ۱۲، ۲۰ او ۲۰۷ مخونه+ احمد حنبل مسند: ۱ټ، ۱۹۹ او ۱۸۵ مخونه، ۴ټ: ۵۲مخ + صحیح مسلم: ۵ټ، ۱۹۰مخ او ۷ټ: ۱۲۰ او ۱۲۲مخونه + ابن ماجه سنن: ۱ټ، ۴۵مخ.
الکافي: ۸ټ، ۳۵۱مخ+ علل الشرایع: ۱ټ، ۱۶۲مخ + الخصال: ۲۱۱،۳۱۱ او ۵۵۵ مخونه.
[166] انفال- ۱۷: او د ا تاسې نه وئ چې دوی مو ووژل؛ بلکې دوی خدای ووژل.
[167] ابن ابی الحدید، د نهج البلاغې شرح: ۵ټ، ۷مخ او ۲۰ټ،۳۱۶ مخ + الخرائج و الیجرائح: ۲ټ، ۵۴۲ مخ.
[168] ق- ۳۷: بېشکه په دې (مطلب) کې هغه ته د عبرت سبق دی، چې زړه (او عقل) لری یا (د حق کلام ته د زړه) غوږ کېدي.
[169] المستدرک علی الصحیحین: ۳ټ، ۱۱۰مخ+ مناقب امیر المؤمنین: ۲ټ، ۴۲۵مخ + کشف الغمة فی معرفة الائمة: ۱ټ، ۲۹۲.
[170] تر المستدرک لاندیې: ۳ټ، ۱۰۹مخ.
[171] فضایل الصحابة: ۱۴ مخ+ احمد مسند: ۱ټ، ۸۴، ۱۱۸، ۱۱۹، ۱۵۲ او ۳۳۱ مخونه+ ابن کثیر تفسیر: ۲ټ، ۱۵ مخ+ المعجم الکبیر: ۳ټ، ۱۷۹ او ۱۸۰ مخونه + فتح الباري: ۷ټ، ۶۱مخ + الهدایة للشیخ الصدوق: ۱۴۹ او ۱۵۰ مخونه + رسائل المرتضی: ۳ټ، ۲۰ او ۱۳۰ مخونه.
(۳) عامه سرچینې: بغداد تاریخ: ۸ټ، ۲۸۴ مخ+ شواهد التنزیل: ۱ټ، ۲۰۰مخ او……
او ۲ټ، ۳۹۱مخ+ تاریخ مدینه د مشق: ۴۲ټ، ۲۳۳، ۲۳۴ مخونه+ البدایة والنهایة: ۷ټ، ۳۸۶ مخ، المعیار و الموازنة: ۲۱۲مخ + ینابع المودة: ۲ټ، ۲۴۹مخ.
خاصه سرچینې: العمدة: ۱۰۶، ۱۷۰ او ۲۴۴ مخونه، الطرائف: ۱۴۷ مخ + رسائل المرتضی: ۴ټ، ۱۳۱ مخ + الاقتصاد: ۲۲۰ مخ+ الامالی للصدوق: ۵۰مخ + المجلس الاول، ۲ګڼه حدیث + روضة الواعظین: ۳۵۰مخ+ فرات الکوفي تفسیر: ۵۱۶ مخ+ خصائص الوحي المبین: ۹۷مخ.
[172] (البدایه و النهایه: ۷ ټوک، ۳۸۶ مخ)
[173] نور الابصار: ۸۷ مخ+ نظم در رالسمطین: ۹۳مخ + الجامع الاحکام القرآن: ۱۸ټ، ۲۷۹مخ+ ینابع المودة: ۲ټ،۳۷۰ مخ + شواهد التنزیل: ۲ټ، ۳۸۱ مخونه.
خاصه سرچینې: شرح الاخبار: ۱ټ، ۲۳۰ مخ+ مناقب آل ابی طالب: ۳ټ، ۴۰ مخ+ فرات الکوفی تفسیر: ۵۰۵ مخ+ الطرائف: ۱۵۲مخ+ مناقب آل ابی طالب: ۳ټ، ۴۰مخ.
[174] معارج- ۱: پوښتونکي پېښېدونی عذاب وپوښت، چې پېښ شو.
[175] احمدمسند: ۴ټ، ۲۸۱ مخ.
[176] التفسیر الکبیر: ۱۲ټ، ۴۹مخ. د «یا ایهاالرسول بلغ ما انزل الیک من ربک» آیت په تفسیر کې.
[177] بغداد تاریخ: ۸ټ، ۲۸۴ مخ.
[178] نظم در رالسمطین: ۱۰۹مخ+ ذخائر العقبی: ۶۷مخ+ تاریخ مدینة دمشق: ۴۲ټ، ۲۲۰ او……مخونه + البدایة و النهایة: ۷ټ، ۳۸۶ مخ + ینابع المودة: ۱ټ، ۹۸ او ۱۰۱ مخونه او ۲ټ، ۱۵۸ او ۲۸۵مخونه.
خاصه سرچینې: مناقب امیر المؤمنین: ۱ټ، ۴۴۳مخ،۲ټ، ۴۴۱مخ+ المسترشد: ۴۷۴مخ +مناقب آل ابی طالب: ۳ټ، ۴۵مخ + الطرائف: ۱۵۰مخ+ اختیار معرفة الرجال: ۱ټ، ۸۷مخ او نورې سرچینې.
[179] مبارک دې شه د ابی طالب زویه! چې د هر مؤمن او مومنې مولا شوې.
[180] الاصابه فی تمییز الصحابة: ۴ټ، ۳۰۰مخ، القسم الاول عبدالرحمن بن مدلج.
[181] اسدالغابه، ۳ټ، ۳۲۱ مخ + وګورئ: احمد بن حنبل مسند: ۱ټ، ۱۱۹مخ + مجمع الزوائد: ۹ټ،۱۰۵ او ۱۰۷ مخونه + السنن الکبری للنسایي: ۵ټ، ۱۳۱ او……. + ابي یعلي مسند: ۱ټ، ۴۲۸مخ + البدایة و النهایة: ۵ټ، ۲۲۹ مخ + السیرة النبویة لابن کثیر: ۴ټ، ۴۱۸ مخ + خصائص امیر المؤمنین: ۹۶، ۱۳۲ او ۱۰۰مخونه+ المعجم الاوسط: ۷ټ، ۷۰مخ + معجم الکبیر: ۵ټ، ۱۷۱مخ+ ابن ابی الحدید، د نهج البلاغې شرح: ۱۹ټ، ۲۱۷مخ + تاریخ مدینة دمشق: ۴۲ټ، ۲۰۵مخ او نورې سرچینې.
خاصه سرچینې: مناقب امیرالمؤمنین: ۲ټ، ۳۷۲مخ + شرح الخبار: ۱ټ،۱۰۰مخ + الامالی للطوسي: ۲۷۲ او ۳۳۴ مخونه + العمدة: ۹۳ مخ + الطرائف: ۱۵۱ مخ. او نور کتابونه.
[182] احزاب- ۶: پېغمبر مؤمنانو ته ددوی تر خپلو ځانونو ډېر وړ (او ورنژدې) دی.
[183] صحیح بخاري: ۳ټ، ۱۶۸مخ+ احمد حنبل مسند: ۱ټ، ۹۸ او ۱۱۵مخونه + صحیح ابن حبان: ۱۱ټ، ۲۲۹ او ۲۳۰ مخونه+ ابن کثیر تفسیر: ۳ټ، ۴۷۵ مخ+ بغداد تاریخ: ۴ټ، ۳۶۴ مخ.
د خاصه و سرچینې: الامالی للوطسي: ۲۰۰مخ او ۳۵۱مخونه+ الامالی لمفید: ۲۱۳مخ+ العمده: ۱۴۶ او ۲۰۱ مخونه.
[184] نجم- ۳: او د هوس له مخې خبرې نه کوي.
[185] المستدرک علی الصحیحین: ۳ټ، ۱۲۴ مخ.
خاصه سرچینې: الاحتجاج: ۱ټ، ۲۱۴ او ۲۲۵مخونه
[186] الکافي: ۲ټ، ۵۹۹ مخ
[187] شرح نهج البلاغة لابن الی الحدید: ۷ټ، ۲۲۰مخ + نظم در درالسمطین: ۹۲مخ + کنزالعمال: ۱۳ټ، ۱۳۵ او ۱۷۷ مخونه.
خاصه سرچینې: بصائر الدرجات: ۵۳۷ مخ.
[188] حاقة – ۱۲: او اورېدونکي غوږونه یې واوري (او پرې پوه شي).
[189] فتح الباري: ۸ټ، ۴۵۹ مخ.
[190]حشر- ۷: او څه چې ( د خدای) استازي درته راوړي، وای اخلئ (او عمل پرې وکړئ).
[191] نور- ۵۴: او (دخدای) پر استازي بې له څرګند پیغام رسونې نور څه (مسوولیت) نشته.
[192] المستدرک علی الصحیحین: ۳ټ، ۱۳۲مخ + احمد حنبل، مسند: ۱ټ، ۳۳۰ مخ + السنن الکبری: ۵ټ، ۱۱۲ مخ + المعجم الکبیر: ۱۲ټ، ۷۷مخ + فضائل الصحابة لاحمد بن حنبل: ۲ټ، ۶۸۲ مخ، ۱۱۶۸ ګڼه حدیث او د عامه و نور کتابونه.
د خاصه و کتابونه: فرات الکوفي تفسیر: ۳۴۱ مخ+ شرح الاخبار: ۲ټ، ۲۹۹مخ + العمدة: ۸۵ او ۲۳۸ مخونه + کشف الغمة فی معرفة الائمه: ۱ټ، ۸۰مخ او نور کتابونه.
[193] شواهد التنزیل: ۱ټ، ۲۴مخ.
[194] شواهد التنزیل: ۱ټ، ۳۰ مخ.
[195] شواهد التنزیل: ۱ټ، ۲۲مخ.
[196] ابن ابی الحدید، د نهج البلاغې شرح: ۱۹ټ، ۶۰ مخ.
[197] المستدرک علی الصحیحین: ۳ټ، ۱۰۷مخ.
[198] تنقیح المقال: ۱ټ، ۴۰۲مخ.
[199] فخر رازي، تفسیر الکبیر: ۱۲ټ، ۲۶مخ.
(*)[ پښتو ژباړن: خوشال بابا وايي: سر حلقه و اولیاوو هغه شماره —– چې شیطان یې بنډ کړی په قفس دی. ارمغان: ۶۲۳ مخ].
[200] التفسیر الکبیر: ۸ټ، ۸۵ مخ.
۲فاطر- ۱۰: پاکي خبرې یې لوري ته ورخېژي.
[202]یس- ۸۲: «بېشکه کار یې داسې دی، که کله یو څیز وغواړي، یوازې ورته وایي: وشه! «؛ نو (بس) شي».
[203] صحیح بخاري، باب مناقب فاطمه(س)، ۵ټ،۲۹ مخ (فاطمه مې دبدن یوه ټوټه ده؛ نو چاچې غوسه کړه، زه یې غوسه کړی یم).
[204] المستدرک علی الصحیحین:۳ټ، ۱۵۴مخ+ المعجم الکبیر: ۱ټ، ۱۰۸مخ+ الاحاد و المثانی: ۵ټ، ۳۶۳ مخ( په یقین الله دې په غوسه غوسه کېږي او د په خوښی دې خوښېږي).
[205] المستدرک علی الصحیحین: ۳ټ، ۶۱۸مخ. ابی داوود سنن، ۴ ټوک، ۱۰۶ مخ، المعجم الکبیر، ۲ ټوک، ۱۹۶ او ۱۹۷ مخونه+……
[206] شوری- ۲۳
[207] . شوری/۲۳
[208] ینابیع المودة: ۳ټ، ۲۹۲مخ.
[209] کشف الغطاء: ۱ټ، ۷مخ.
[210] کمال الدین و تمام النعمة، ۲۶۹مخ.
[211] اصول کافي: ۱ټ، ۲۷مخ (باب ماجاء فی الاثنی عشر).
[212] اصوکافي: ۱ټ، ۲۰۳مخ (کتاب الحجة باب نادر جامع فی فضل الامام و صفاته)، ۲ګڼه حدیث.
[213] بحار الانوار: ۲۶ټ، ۱۳۹مخ.
[214] بحار الانوار: ۲۵ټ، ۲۴مخ (نو د امام نښه څه ده؟ ویې ویل: د علم درلودل او دعا قبلېدل).
[215] بحار الانوار: ۲۶ټ، ۱۷مخ.
[216] بحار الانوار: ۱۲ټ، ۳۱۹ مخ ( ای د مات شوی هډوکي رغونکیه)
[217] (کافي: ۱ټ، ۱۹۳ مخ.)
[218] کافي: ۱ټ، ۲۷۳مخ.
[219] بحار الانوار: ۲۶ټ، ۱۶۳مخ.
[220] بحار الانوار: ۲ټ، ۱۷۵مخ.
[221] احمد حنبل، مسند: ۴ټ، ۹۶مخ.
[222] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۱۰ مخ (په یقین یوازې د اخلاقي ښېګڼو تمامېدو ته رالېږل شوی یم».
[223] فاطر- ۱۰: سپېڅلې خبرې لوری ته یې ورخېژي او هغه ښه عمل پورته کوي.
[224] ابراهیم- ۱: یو کتاب مې درنازل کړی چې خلک له تیارو ځنې رڼا ته راوباسې.
[225] «څوک چې ومري او د خپلې زمانې امام ونه پېژني په جاهلیت مرګ مړ دی» المعجم الکبیر: ۱۹ټ، ۳۸۸ مخ + مسند الشامیین: ۲ټ، ۴۳۷ مخ+ احمد حنبل مسند: ۴ټ،۹۶مخ او نور کتابونه.
[226] عیون اخبار الرضا: ۴ټ، ۱۲۲مخ (او په یقین په هر وخت او زمانې کې پر خلکو د خدای له حجته ځمکه تشه نه پاتېږي او دوی ټینګې رسۍ دي [تردې چې ویې ویل] او څوک چې ومري او دوی ونه پېژني؛ نو په جاهلیت مرګ مړه شوې دي».
[227] الصواعق المحرقه: ۱۵۰مخ.
[228] البیان فی اخبار الزمان: ۵۲۸مخ ( په کفایة الطالب کتاب کې).
[229] که د ځمکې یوه ورځ هم پاتې وي؛ په یقین الله یې دومره اوږدوي چې له اهل بیتو مې یو نارینه راووځي، چې نامه یې زما نامه او کنیه یې زما کنیه ده، ځمکه له عدل و قسط ځنې ډکوي لکه چې له ځور او ظلمه تر خولې راغلې ده.
[230] فخررازي، التفسیر الکبیر: ۲ټ، ۲۸مخ.
[231] [الصواعق المحرقه، ۱۶۲ مخ]
[232] [فخررازي، التفسیر الکبیر: ۲ټ، ۲۸مخ+ شیخ طوسي، غیبت نعماني: ۱۷۷مخ + تفسیر القمي: ۱ټ، ۱۴مخ او نور کتابونه]
[233] [(ینابع المودة: ۳ټ، ۴۴۸مخ].
[234] [نهج البلاغه: ۲۰۹ ګڼه حکمت].
[235] بحار الانوار: ۵۱ټ، ۴۷مخ، ۶ګڼه روایت.
[236] تهذیب التهذیب: ۹ټ، ۱۲۶مخ.
[237] نور الابصار: ۱۸۹مخ.
[238] ابن ابی الحدید: دنهج البلاغې شرح: ۱۰ټ، ۹۶مخ.
[239] الفتوحات الاسلامیه: ۲ټ، ۳۳۸مخ.
[240] بغیة الباحث عن زوائد مسند الحارث: ۵۶مخ، رقم: ۱۳۹. « د قوم امام هغه دی چې تر ټولو مخکې خدای ته ورځي؛ نو خپل ړومبی افضل او غوره وګڼئ» + وسائل الشیعه، کتاب الصلاة، ابواب صلاة الجماعة، ۲۶باب، ۸ټ، ۳۴۷مخ.
[241] الصواعق المحرقة: ۱۶۴ مخ+ فتح الباري: ۶ټ، ۳۵۸ مخ او دې ته ورنژدې متن: صحیح بخاري: ۴ټ، ۱۴۳مخ+ صحیح مسلم: ۱ټ، ۹۴ مخ+ ابن ماجه سنن: ۲ټ، ۱۳۶۱مخ+ عقدر الدرر، لسم باب او نور کتابونه.
الغیبة نعماني: ۷۵مخ+ بحار الانوار: ۳۶ټ، ۲۷۲ مخ او نور کتابونه.
[242] البیان فی اخبار صاحب الز مان: ۴۹۸مخ.
[243] عقد الدرر، باب اول، ۲۶مخ + الغیبة نعماني: ۲۴۰ مخ.
[244] نساء – ۱۶۴: «او خدای له موسی خبرې وکړې، د ویلو خبرې)
[245] اسراء- ۱۰۱: «په یقین موسی ته مې نهه څرګندې نښې ورکړې»
[246] مریم- ۵۲: او د طور له ښي خوا مې ورغږ کړ.
[247] زمر- ۶۹: او ځمکه د خپل پالونکي په رڼا وځلېده.
[248] حدید- ۱۷: پوه شئ په یقین خدای ځمکه تر خپل مرګ روسته ژوندې کوي.
[249] اسراء- ۸۱: او ووایه حق راغی او باطل ورک شو، په یقین باطل ورکېدونی دی.
[250] حدید- ۲۵: په یقین خپل استازې مې په څرګندو دلایلو ولېږل او کتاب د تله مې ورسره ولېږل چې خلک قسط ته راپاڅي.
[251] بحار الانوار: ۳۸ټ، ۱۲۶مخ «خدای په ده ځمکه له قسط و عدل نه ډکوي لکه چې له ظلم و ځوره ډکه شوې ده» + همدې مضمون ته ورته په: البیان فی اخبار الزمان: ۵۰۵ مخ (کتاب کفایة الطالب) + صحیح ابن حبان: ۱۵ټ، ۲۳۸مخ + المستدرک علی الصحیحین: ۴ټ، ۵۱۴ مخ + احمد حنبل مسند: ۳ټ، ۳۶مخ+ ابی یعلی مسند: ۲ټ، ۲۷۴ مخ، ۹۸۷ګڼه حدیث او نور کتابونه.
[252] بحار الانوار: ۵۱ټ، ۸۱مخ. «مهدي پاڅون کوي او پر سر به یې یوه ټوټه وریځ وي،چې یو غږ مار پکې غږ کوي: دا مهدی د خدای خلیفه دی؛ نو لاروي ترې وکړئ». او دخلیفة الله نامه وګورئ:
المستدرک علی الصحیحین: ۴ټ، ۴۶۹ مخ+ سنن ابن ماجة: ۲ټ، ۱۳۶۷مخ+ احمد حنبل مسند: ۵ټ، ۲۷۷ مخ+ نور الابصار:۱۸۸ مخ + عقد الدرر الباب الخامس: ۱۲۵ مخ او نور کتابونه.
[253] بحار الانوار: ۵۱ټ، ۱۵۷ مخ.
[254] بحار الانوار: ۵۲ټ، ۲۶۸مخ.
[255] المستدرک علی الصحیحین: ۴ټ، ۵۵۴مخ. « نه ډارېږي چې له بله مرسته وغواړي او نه خوشحالېږي چې څوک یې ټولي ته ورننوځي، شمېر د بدریانو هومره دی، نه پرې ړومبي ورمخکې شوي او نه روستي ور رسي او دطالوت اصحابو هومره دي چې له ویالې ورسره تېر شول.»
[256] الصواعق المحرقه: ۱۶۳ مخ. « مهدي له موږ دی، د خدای دین په موږ پای ته رسي، لکه چې په موږ پیل شوی». همدې مضمون ته ورنژدې په: المعجم الوسط: ۱ټ، ۵۶مخ + عقد الدرر الباب السابع: ۱۴۵مخ اونور کتابونه یې.
خاصه و کتابونه: بحار الانوار: ۵۱ټ، ۹۳ مخ او نور کتابونه یې.
[257] صحیح ابن حبان: ۸ټ، ۲۹۱ مخ، رقم: ۶۷۸۶ او نور کتابونه.
[258] کمال الدین و تمام النعمة، ۲۵ باب، رقم:۴، مخ: ۲۸۷.
[259] کمال الدین و تمام النعمة، ۳۹باب، رقم: ۸، مخ: ۴۱۲.
[260] کمال الدین و تمام النعمة،۳۴۸ مخ+ ینابع المودة: ۴۵۸مخ.
[261] عقد الدرر الباب الخامس و فصل الو الباب الرابع، ۶۵مخ + الامالی للمفید، ۴۵مخ.
[262] فیض القدیر: ۶ټ، ۳۶۲ مخ، رقم: ۹۲۴۵ + کنز العمال: ۱۴ ټ، ۲۶۴ مخ، رقم: ۳۸۶۶۶ + ینابع المودة: ۲ټ، ۱۰۴مخ او ۳ټ، ۲۶۳ مخ او د عامه و نور کتابونه.
د خاصه و کتابونه: بحار الانوار: ۳۶ټ، ۲۱۷ او ۲۲۲ مخونه او ۵۱ټ، ۸۰ مخ او نور کتابونه یې.
[263] بحار الانوار: ۳۶ټ، ۳۰۳ مخ( د موسی هیبت، د عیسی نیکچاري، د داوود حکم او د ایوب صبر لري.)
[264] بحار الانوار: ۵۱ټ، ۱۵۲مخ. «د رڼا جامې یې په سپېڅلې رڼا رڼا کېږي».
[265] الغیبة: ۴۵۲ او ۴۵۳ مخونه+ عقدر الدرر الباب الرابع، لومړی څپرکی، ۶۵مخ.
[266] صف- ۸: « غواړي چې د خدای رڼا په خپلو خولو مړه کړي؛ خو خدای د خپلې رڼا تماموونکی دی که څه هم د کافرانو ښه نه ایسي.
[267] اسرا- ۳۳: څوک چې مظلوم ووژل شي؛ نوپه یقین ولي ته یې سلطنت ورکوو.
[268] یس – ۸۲: بېشکه د هغه کار دغسې دی که کله یو څیز وغواړي، یوازې ورته وايي: «شه!» نو (بس) شي.
[269] شیخ طوسي، الغیبة: ۲۸۱مخ
[270] کشف الغمة: ۲ټ، ۴۹۳ مخ.
[271] نمل – ۶۲: یا هغه چې ډارمن دعا قبلوي او کړاو لرې کوي.
[272] بحار الانوار: ۴۷ټ، ۷۱مخ.
[273] مصباح المتهجد: ۸۴۲ مخ.
[274] حدید- ۳: هغه اول او آخر دی.
[275] بحار الانوار:۴۹ټ، ۱۲۳مخ «د لااله الا الله کلمه مې کلا ده؛ نو چې څوک مې په کلا کې راننووت له عذابه مې خوندي دی».
[276] بحار الانوار: ۱۸ټ، ۲۰۲مخ (لا اله الا الله ووایئ، ژغورلېږئ).
[277] وسائل الشیعه: ۶ټ، ۳۷مخ، لومړی باب «هغه ته نمونځ دی چې فاتحه الکتاب پکې ووايي»
[278] وسائل الشیعه، لومړی باب، ۶ټ، ۳۸ مخ.
[279] علق – ۱: د خپل پالونکي په نامه دې ووایه.
[280] اعراف-۱۸۰: یوازې الله ته نېکې نامې دي؛ نو الله پرې یاد کړئ.
[281] بحار الانوار: ۳ټ، ۲۲۱ مخ« له حضرت علي(ک) روایت شوی چې د الله مانا هغه معبود دی چې خلک پکې هېښېږي او پناه ور وړي».
[282] انعام – ۵۴: پالونکي مو پر ځان رحمت لیکلی دی.
[283] انبیاء- ۱۰۷: نړیوال ته یو رحمت دی.
[284] طه- ۴۴: په نرمۍ خبرې ورسره وکړئ، ښايي پند واخلي یا وډار شي.
[285] بحار الانوا ر: ۴۶ټ، ۱۰۷مخ: «نژدې و، چې ومري.»
[286] نحل- ۷۸: او الله تاسې د خپل میندو له ګېډو راوایستئ، خو پر څه نه پوهېدئ.
[287] بحار الانوار: ۹۵ټ، ۲۲۶مخ، «هغه، څه څه موندلي چې تا نه لري او هغه څه نه لري چې ته یې موندلی یې.
[288] نجم- ۴۲: او په یقین د چارو پای ستا د پالونکي پر لور ده.
[289] نساء- ۶۹: او څوک چې د الله او استازي یې ومني؛ نو دوی له پېغمبرانو،صدیقانو، شهیدانو او صالحینو سره دي، چې خدای پرې لورېدلی او دوی غوره ملګري دي.
[290] بقره- ۲۵۷: الله د مؤمنانوولي دی او له تیارو یې رڼا ته راوباسي.
[291] نور- ۳۵: الله د اسمانانو او ځمکې رڼا ده.
[292] واقعه- ۷۴: نو خپل پالونکی دې وستایه، چې خورا اوچت دی.
[293] الاعلی- ۱: خپل پالونکی دې وستایه، چې خورا اوچت دی.
[294] مؤمنون- ۱۲: او په یقین انسان مو له مټینې خټې وپنځاوه.
[295] مؤمنون- ۱۳: بل ځل هغه مو په بله بڼه پیدا کړ؛ نو ډېر ستر دی هغه خدای چې ډېر ښه پنځګر دی.
[296] طه- ۵۵: «تاسې مې ترې وپنځولئ او بېرته مو ورستنوو او بل ځل بیا مو ترې راوباسو.
[297] متی انجیل، شپږم باب.
[298] وسائل الشیعه: ۹ټ،۱۳مخ، کتاب الزکاة، ابواب ما تجب فیه الزکاة، باب۱، حدیث ۸ « الله زکات له نمانځه سره فرض کړی دی».
[299] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۱۰مخ، ۲ګڼه حدیث.
[300] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۱۷مخ، ۴ګڼه حدیث.
[301] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۱۷مخ، ۶ګڼه حدیث.
[302] وسائل الشیعه: ۹ټ،۱۷مخ، ۱ګڼه حدیث.
[303] وسائل الشیعه: ۹ټ،۴۰۹ مخ، ۲ګڼه حدیث.
[304] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۴۵۷مخ، ۳ګڼه حدیث.
[305] من لایحضره الفقیه: ۲ټ، ۳۱مخ، ۱۲ګڼه حدیث.
[306] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۴۳۳مخ.
[307] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۴۵۱ مخ.
[308] وسائل الشیعه: ۹ټ،۴۵۶مخ،(۱) ګڼه حدیث.
[309] وسائل الشیعه: ۹ټ،۴۵۶مخ،(۲) ګڼه حدیث.
[310] وسائل الشیعه: ۹ټ،۴۲۴ مخ.
[311] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۴۳۳مخ.
[312] حشر -۹: «پر خپل ځان نورو ته غوراوی ورکوي، که څه هم په خپله اړمن وي».
[313] انسان: ۸ او ۹ آیتونه
[314] بقره- ۳: او له ورکړې روزۍ مو نفقه ورکوي.
[315] بحارالانوار: ۲ټ، ۱۷مخ « او څه مو چې ورښوولي خپروي یې».
[316] نهج البلاغه: ۱۴۶ ګڼه حکمت.
[317] بقره- ۲۰۱
[318] قصص – ۷۷
[319] منافقون- ۸: او عزت الله ته، رسول ته یې او مؤمنانو ته دی.
[320] وسائل الشیعه: ۱۷ټ، ۴۲ مخ.
[321] وسائل الشیعه: ۱۷ ټ،۱۰مخ.
[322] وسائل الشیعه: ۱۷ټ، ۱۱مخ.
[323] وسائل الشیعه: ۱۷ټ، ۳۸۲ « په بازار کې هغه کېني چې د پلور پېر عقل ولري».
[324] وسائل الشیعه: ۱۷ټ، ۳۸۱« لومړی فقاهت ورپسې سوداګري».
[325] یس- ۵۸: «سلام درباندې! دا د لورین پالونکي له لوري خبره ده. »
[326] بحار الانوار: ۶۴ټ، ۳۱۰ مخ.
[327] بحارالانوار: ۲ټ،۸۴مخ.
[328] – بحار الانوار: ۷ ټ،۴۴۹ مخ.
[329] – بحار الانوار: ۹۱ ټ،۴۲ مخ.
[330] بحار الانوار: ۱ټ، ۲۲۴مخ.
[331] وسائل الشیعه: ۱ټ، ۴۹مخ، ۱۰ ګڼه حدیث.
-
ټیګونه:
- اصول دین
- اصول دین پېژندنه
- الله تعالی عادل دی
- امامت (مشري)
- پر خدای ایمان درلودو ته د ور رسېدو لار
- په الوهیت کې توحید:
- په پیدایښت کې توحید
- په ربوبیت کې توحید
- په سلطنت او واکمنۍ کې توحید
- په عبادت کې توحید
- په وګړیز ژوند کې د دین اغېز
- توحید
- توحید مرتبې لري:
- توحید؛ یعنې پردې ګروهه چې د هستۍ خدای ایکی یو دی او د اجزاوو او صفاتو تړښت نه لري
- حق دین ته د انسان اړتیا
- د پېغمبر ځانګړنې
- د توحید مرتبې
- د دین آرونو ته د ورننووتو سريزې
- د دین اصول
- د دین پر آرونو د پوهېدو مرتبه
- د متعال خدای د پېژندو او پرې د ایمان راوړو شرط
- د مسیحیانو یو شمېر ځانګړې ګروهې
- د معرفت (پوهې
- ښاندې او پېژندنې) تر لاسه کول په کار دي
- عام نبوت
- معاد او قیامت
- نبوت