بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ غوره خويونه سنن النبي ليکوال : مرحوم علامه سيد محمد حسين طباطبايي د الميزان د تفسيران مولف د ليکوال سريزه يوولسم څپرکى د مړي (جنازې ) آداب ٥٣٠_ پربدن له وړوکې دانې خداى ته پناه : چې آنحضرت (ص) پر خپل بدن کوچنۍ دانه وليده؛نو خداى ته يې پناه وړه اوهغه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
مرحوم علامه سيد محمد حسين طباطبايي
د الميزان د تفسيران مولف
د ليکوال سريزه
يوولسم څپرکى
٥٣٠_ پربدن له وړوکې دانې خداى ته پناه :
چې آنحضرت (ص) پر خپل بدن کوچنۍ دانه وليده؛نو خداى ته يې پناه وړه اوهغه ته يې د عجز اظهار کاوه او ځان يې پرې سپاره ؛نو پېغمبر اکرم(ص) ته وويل شول : د خداى رسوله! دا خوڅه دومره مهمه خبره نه ده! پېغمبر اکرم وويل : ((خداى که اراده وکړي؛نو هر کوچنی څيز ستروي او ستر څيز کوچنى کوي .
پېغمبراکرم (ص) تبه درلوده،حضرت ابوسعيد خدري پر هغه ټوټه لاس کېښود،چې پر پېغمبر(ص) پرته وه او د پېغمبر(ص) پر تبه پوه شو. ورته يې وويل : د خداى رسوله! ډېره تبه لرې! آنحضرت(ص) وويل : ((موږ داسې يو،بلاګانې راباندې شديدې او اجرونه او ثوابونه مو دوه ګرایه دي .))
امام باقر وايي : د تابوت د وړو سنت داسې دى،چې څلورو کونجونو ته ور اوږه شي او بې له دې حالته جايز نه دي .
٥٣٣_ له څلورو کونجونو د تابوت نيونې سنت :
امام موسى بن جعفر وويل : له څلورو کونجونو د تابوت نيول،چې سنت پرې جاري شوى،داسې دى،چې لومړى د مړي ښى لاس،بيا ښۍ پښه،بيا چپه پښه او په پاى کې چپ لاس را اوچت کړي،چې په دې ترتيب د تابوت څلورو کونجونو ته ور اوږه شئ .
يوه ورځ امام حسن له څو يارانو سره ناست و،چې ناڅاپه يې د هغوى له مخې جنازه تېره کړه،د امام حسن ځينې یاران ودرېدل؛خو امام هماغسې ناست و،چې جنازه یې تېره کړه،ځينو امام وپوښت :خداى مو روغ رمټ لره،ولې راجيګ نه شوئ،حال داچې پېغمبر(ص) ،چې جنازه ليده؛نو ورته ولاړېده . امام وويل : د خداى رسول يو ځل يوې جنازې ته ودرېد او هغه هم داسې و،چې د يهودي جنازه يې له يو تنګي تېروله او داچې د يهودي جنازه يې پر سرتېره نشي؛نو پېغمبر(ص) له خپل ځایه راپاڅېد.
٥٣٥_ د جنازې پر مهال د پېغمبراکرم(ص) خپګان :
آنحضرت(ص)،چې کومه جنازه کوله؛نوخپګان يې پر زړه يرغل کاوه، سر يې په ګرېوان کې اچولى و او لږې خبرې يې کولې.
حضرت علي وايي : پېغمبر(ص) د مړي تر ښخلو وروسته درې موټى خاورې پرې اچولې .
امام باقر وايي : د خداى رسول د بني هاشمو جنازې ته ځانګړي کارونه کول،چې نورو مړیو ته يې نه کول،وروسته له دې،چې د بنی هاشمو د مړي جنازه يې وکړه،پر قبر يې ورته اوبه شيندلې اوبيا يې پر قبر لاس ايښووه،چې ګوتې يې په خټو کې ښخېدې او که څوک ښار ته نوى راننووت او په هديره کې يې کوم تازه قبر او د پېغمبر(ص) د ګوتو نښې ليدې؛نو ويل يې،چې د پېغمبر(ص) په کورنۍ کى څوک مړ شوى دى .
٥٣٨_ پر قبر د لاس ايښودو مانا :
عبدالرحمن بن ابي عبدالله وايي،امام صادق مې وپوښت : پر قبر د لاس ايښودو مانا څه ده او ولې خلک دا کار کوي؟ امام وويل : د خداى رسول دا کار کاوه،هغه مهال،چې د پېغمبر(ص) د زوى پر قبر یې اوبه وشيندلې؛نو پېغمبر(ص) يې پر قبر لاس کېښود.عبدالرحمن : څنګه مې لاس د مسلمان پر قبر کېږدم؟امام : حال داچې مخ په قبله و،لاس يې پرځمکه کېښود،راجيګ یې کړ او ويې ويل : داسې.
حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې د غم لرونکيو کورنیو ته خواشیني ویله؛نو ويل يې:(( اجرکم الله ورحمکم ؛خداى دې اجر درکړي اوتاسې دې خداى وبښي )) او چې چا ته یې مبارکي ورکوله؛نو ويل يې: (( بارک الله لکم وبارک الله عليکم )) خداى دې برکت درکړي او مبارک مو شه !
٥٤٠_ د خپګان پر مهال زر رکعته لمونځ :
امام سجاد وايي : چې پر علي کوم خپګان راتله؛نو پر هماغه ورځ يې زر رکعته لمونځ کاوه،شپېته بېوزلیو ته يې صدقه ورکوله،درې ورځې روژه و او خپل اولاد ته يې ويل : پر تاسې هم که خپګان راغى؛نو هماغه وکړئ،چې زه يې کوم ؛ځکه د خداى رسول داسې کول . بيا حضرت علي وويل : د خپل پېغمبر(ص) لارويان شئ او ورسره مخالفت ونه کړﺉ،ګنې خداى به درسره مخالفت وکړي او په رښتيا،چې خداى ويلي:(( چاچې صبر خپله جامه کړه ؛نو د پياوړې ارادې اوعزم څښتن به وي .))
بيا امام سجاد وويل : ما د خپګان پر مهال د امام علي په څېر کول .
حضرت انس بن مالک(رض) وايي : د خداى رسول د ناروغ پوښتنه کوله او جنازې ته هم تله .
حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې د رنځور پوښتنې ته ولاړ؛نو داسې دعا يې ورته کوله : خدايه ! رنځ ستا په لاس کې دى،هغه روغ کړه شفا ورکړه،چې يوازې ته شفا ورکونکى يې او له تا پرته بل څوک دا چار نشي کړای .
چې د پېغمبر(ص)،کورنۍ او يارانو سترګې يې خوږیدې، داسې دعا يې کوله : خدايه ! له غوږو او سترګو مې برخمن کړې او هغه زما وارثان کړې او راسره د هغوى پر وړاندې ملګرى شې،چې ظلم یې راباندې کړی او ته ترې زما غچ واخله .
حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر(ص) تبې او درد ته دا دعا ويله : (( د لوى خداى په نامه د رګ رګ له شره مې وساتې،چې وينه پکې په تېزۍ بهېږي او د دوزخ د اور له شره پناه غواړم .))
٥٤٥_ له لمانځه اوروژى مرسته اخستل :
چې کوم څه به د څښتن استازی(ص) غمجن کړ؛نو د روژې په نيوو او د لمونځ په کولو يې غم لرې کاوه .
چې د څښتن پر استازي(ص) خپګان راتله؛نو دوه رکعته لمونځ يې کاوه ويل یې : ((خدايه!ما پر هغه څه عمل وکړ،چې تا پرې حکم راکړى و؛نو ته هم راسره پرکړې ژمنه عمل وکړه.))
علاء بن کامل وايي،له امام صادق سره ناست وو،چې د امام له کوره د ښځو د ژړا او چغو غږونه راپورته شول،امام وارخطا پاڅېد او بېرته کېناست او ويې ويل: انالله وانا اليه راجعون .بيا يې خپلې پرې شوې خبرې ته دوام وکړ او د خبرو تر پاى ته رسېدو وروسته يې وويل: موږ اهلبيت خوښ يو،چې ځان ،اولاد اومال مو روغ وي؛خو چې الهي قضا راپېښه شي؛نو د خداى پر رضا خوښ يو او بې د خداى له رضا راته څه هم ګران نه دي .
امام صادق وايي : د مړي لپاره د کافور سنت د ديارلس درهمو او د درهمو درېمه برخه ده اوبيا يې امام لامل داسې بيان کړ : جبرائيل (ع) د ٤٠ درهمو هومره کافر د خداى رسول ته راوړل؛نو پېغمبر(ص) هغه درې برخې کړل،يوه برخه يې ځان ته،يوه یې علي ته او بله يې فاطمې ته کېښووه.
زراره او محمد بن مسلم وايي،امام باقر ته مو وويل : آيا د مړي پګړۍ هم په کفن کې شمېرل کېږي؟امام وويل :نه! واجب کفن درې کميسه دى ( لنګ ،جامه،سر تاسري) که ناشونې وه؛نو سراسري ټوټه،چې ټول بدن يې وپوښي،نه ډېر نه کم،تر پینځو جامو پورې نبوي سنت دى؛خو تر هغې زيات بدعت دی .
په حديث کې راغلي : جريده(د کجورې د ونې دوه شنې لختې،چې له مړي سره ښخول کېږي) هم سنت دي .
امام موسى بن جعفروايي : موږ له هغې کورنۍ يو،چې د ښځو مهريه مو د واجب حج مخارج ده او د مړو کفنونه مو تر ټولو له پاک ماله تيارو او زه چمتو کفن لرم .
٥٥٢_ د ښځې او سړي د مړي جنازه :
حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې د سړي جنازه کوله؛نو د سينې مخې ته يې ودرېده اوکه ښځه وه ؛نو سر ته یې ودرېده او د جنازې لمونځ يې کاوه .
حضرت ابو سعيد خدري(رض) وايي : کله هم داسې ونه ليدل شول ، چې د خداى رسول ړ جنازې او يا د اختر لمانځه ته پر څه سپور ولاړشي .
حضرت علي وايي: په دې باب د خداى د رسول سنت دا و،هغه ښځه به يې په قبر کې ايښووه،چې پر ژوندون يې ليداى شوه.(؛يعنې چې محرم يې و)
على بن يقيطن وايي : وامې ورېدل،چې امام ابالحسن وويل :له پګړۍ عرقچين،پڼو اوهمداسې له پراخه جامو سره قبر ته مه ورښکته کېږﺉ، چې غوښتل مو قبر ته ورښکته شی؛نو د جامو تڼۍ دې خلاصې کړه ؛ ځکه دا پېغمبر سنت و،له رټل شوي شيطانه خداى ته پناه یوسه او “فاتحة الکتاب”، “قل اعوذ برب الفلق” ،”قل اعوذ برب الناس” ،”قل هوالله احد” او “آيت الکرسي” ووياست .
عمربن اذينة وايي : و مې ليدل،چې امام صادق د مړي پر قبر خاورې اچوي،په موټي کې يې خاورې راخستې اوبيا يې پر قبر شيندلې او له درې موټيو يې زياتې ور و نه شيندلې،له امام مې د دې چار علت وپوښت،چې راته يې وويل : عمره! زه پر دې دعا ويلو بوخت وم، خدايه! پر تا ايمان لرم او د قيامت پر ورځ په راژوندي کېدو ايمان لرم او دا هغه څه دي،چې خداى او پېغمبر یې راته ژمنه راکړې او زه يې هم کلام ته تسليم يم .
بيا امام وويل : دا چار د پېغمبر اکرم سنت دی .
حضرت علي وايي : سنت دي،چې د مړي تر ښخولو وروسته پر قبر اوبه واچول شي .
امام صادق وايي : پر قبر د اوبو شيندلو سنت داسې دى،وروسته له دې، چې مړى مو ښخ کړ،مخ په قبله ودرېږئ او د مړي له سره پر قبر په اوبو شيندلو پيل وکړې،څو پښو ته راورسې او په پاى کې هم څه اوبه د قبر پر منځنې برخه وشيندﺉ .
سنت خو داسې دی،چې قبر څلور ګوتې رالوړ شي؛خو که له دې رالوړ هم شو پروا نه لري او همداسې قبر دې هوار وي او د اوښ د شاپه څېر دې جوړ نشي .
امام صادق وايي: چې جعفر بن ابيطالب شهيد شو؛نو پېغمبر(ص) فاطمې ته امر وکړ،چې تر درې ورځو د اسماء بنت عمیس (د جعفر مېرمنې) ته خواړه پاخه کړي او همداراز حکم يې وکړ،چې فاطمه او د پېغمبر(ص) نورې مېرمنې دې راشي او د اسماء په کور کې دې وير وکړي . امام وايې، دا کارونه سنت شول .
امام باقر وصيت وکړ،چې د هغه د وير په مراسمو کې دې ٨٠٠ درهمه خرچ کړاى شي او دا کار يې سنت باله؛ځکه د خداى رسول هم حکم کړى و، چې د جعفر بن ابيطالب کورنۍ ته خواړه چمتو کړي،چې پرې خپګان راغلی دی .
امام صادق وايي: د مړي له کورنۍ سره خواړه خوړل د جاهليت د پېر دود دى اونبوى سنت دا دى،چې د مړي کور ته يې خواړه لېږل .
دولسم څپرکى
٥٦٣_ د سرحجامت
د څښتن استازي(ص) د خپل سر منځ حجامتاوه،ابوظبية پر يوه خاص اوزار،چې د مسو و، د پېغمبراکرم(ص) سرحجامتاوه او آنحضرت (ص) هم ورته درې صاع خرما ورکولې (درې کيلو). د آنحضرت(ص) کله هم سرنه خوږېده او د کجورو غوړي يې په پوزه کې اچول .
امام صادق وايي : د خداى رسول،چې زکام شو؛نوځان يې نه درملاوه او ويل يې : هرڅوک د جذام لپاره يو رګ لري،چې څوک زکام شي؛نو د جذام جرړه يې له منځه ځي .
محمد بن فيض وايي،امام صادق ته مې وويل : په موږ کې،چې څوک ناروغ شي؛نو ډاکټران یې له ځينوخوړو پارېزوي . مام وويل : خو موږ اهل بيت يوازې له کجورې پارېز کوو او پر مڼه او سړو اوبو ځان درملوو.ورته مې وويل : له کجورې ولې پاريزکوئ ؟ ویې ویل : ځکه چې کله حضرت علي رنځور شو؛نو پېغمبر(ص) له کجورې پاريزکړ.
امام صادق وايي : د خداى رسول خپل سرحجامتاوه او دې کارته يې ژغورونکى وايه .
آنحضرت(ص) د دوشنبې په مازيګرحجامت کاوه.
زيد بن نرسي وويل : له امام موسى بن جعفر مې واورېدل،چې د جمعې پر ورځ پرخطمې (يو ډول بوټي) سر وینځل سنت دي،چې دا کار د رزق د پراختيا،د تنګ لاسۍ د لرې کېدو،د بدن ويښته اوپوټکى ښايسته کوي او له سرخوږي مخينوى کوي .
٥٦٩_ پرسدر( يو ډول بوټى) سر وينځل :
آنحضرت(ص) خپل سر پر سدر وينځه او ويل يې :((چاچې خپل سر پر سدر ووينځه؛نوشيطان ترې لرې کېږي او له چاچې شيطان لرې شو؛نو ګناه به ونه کړي اوچا چې ګناه ونه کړه؛نو جنت ته به ورننوځي .
امام صادق وايي : حجامت کول،واجبي وهل،انفيه کول (ځانګړي عطر دي،چې د پرشي کولو لپاره پوزى ته نيول کېږي) د پېغمبرانو درمل دي.
دڅښتن استازي(ص) وويل:(( نه غواړئ هغه دعا درزده کړم،چې جبرائيل رازده کړې،چې نور طبيب او درمل ته اړتيا پيدا نه کړئ؟!))
اصحابووويل : راويې ښاياست.
آنحضرت(ص) وويل:((د باران اوبه راواخلئ، اويا ځل “سوره حمد”، اويا ځل “قل اعوذبرب الفلق” اويا ځل “قل اعوذبرب الناس”،اويا ځل پرې پر”محمد او آل يې درود” او اويا ځل “سبحان الله” ووياست او اوه ورځې پرله پسې يې سهارماښام وڅښئ.))
آنحضرت(ص) خداى ته د ملا له درده شکايت وکړ،ورته یې وويل : غنم له پښې شوې غوښې سره ( حليم) وخوره .
حضرت علي وايي : چې د خداى رسول به رنځور شو؛نوحجامت يې کاوه .
امام صادق وايي : زموږ نېکه د تبې لپاره لس درهمه،يو مثقال بوره له سړو اوبو سره څښله .
دريارلسم څپرکى
امام صادق وايي : مسواک وهل نبوي سنت دی .
حضرت علي وايي : مسواک وهل خداى خوشحالوي،نبوي سنت دى او خوله هم پاکوي .
آنحضرت(ص) هره شپه درې ځل مسواک واهه؛يو ځل له خوبه مخکې ، دویم ځل،چې دعا او لمانځه ته راپاڅېده او پر درېم ځل،چې د سهار لمانځه ته به وته .
٥٧٨_ د شپې په اوږدو کې مسواک وهل :
امام صادق وايي : د خداى رسول،چې د ماڅښوتن لمونځ کاوه؛نو ويل يې، چې د اودس له اوبو سره ورته مسواک هم راوړي، بيا يې د مسواک سر وپوښه او تر سر لاندې يې کېښود او تر هغې،چې خداى غوښتل ويده و؛چې له خوبه راپاڅېده،مسواک يې واهه،اودس يې کاوه اوڅلور رکعته لمونځ يې کاوه اوبيا به ويده شو،دویم ځل ته هم ،چې راپاڅېده؛نو مسواک يې واهه،اودس او بیا يې لمونځ کاوه. بيا امام صادق وويل:((لقد کان لکم فى رسول الله اسوة حسنه)) په رښتيا،چې د خداى رسول تاسې لپاره غوره بېلګه ده)) (تاسې يې هم لارويان شئ) او د حديث په پاى کې يې وويل : پېغمبر(ص)،چې هر ځل د شپې له خوبه راپاڅېد؛نومسواک يې واهه .
٥٧٩_ د هر لمانځه لپاره مسواک :
آنحضرت(ص) د هر لمانځه لپاره مسواک واهه.
آنحضرت(ص) مسواک د غاښو پر لنډوالي واهه .
آنحضرت(ص) د اراک پر لخته مسواک واهه؛ځکه جبرائيل ورته داسې ويلي ول .
امام صادق وايي : پېغمبر اکرم ډېر مسواک واهه .
تر اوداسه مخکې مسواک وهل سنت دي .
سهار مسواک وهل سنت دي .
د څښتن استازي وويل : ((د زيتون د لختې مسواک مناسب دی؛ځکه خوله خوږبويوي،د ورۍ له وينې کېدو مخنيوى کوي او تر ما مخکې د پېغمبرانو هم مسواک و.))
د خداى رسول وويل :((چاچې د ورځې دوه ځل مسواک واهه ؛نو زما سنت يې پلي کړى دی .))
څوارلسم څپرکى
د څښتن استازي(ص) هر مستحب او واجب لمانځه ته اودس تازه کاوه.
٥٨٨_ په يو اودس ټول لمونځونه :
حضرت بريده(رض) وايي : پېغمبر اکرم هر لمانځه ته اودس تازه کاوه، څو د مکې د سوبې پر کال پېغمبر(ص) په يوه اودس ټول لمونځونه وکړل . حضرت عمر(رض) وپوښتل : يو کار مو وکړ،چې تراوسه مو له تا نه و ليدلى . پېغمبر(ص) وویل: ((په لوى لاس مى دا کار وکړ.))
امام صادق وايي : حضرت علي هر لمونځ ته بېل اودس کاوه او دا آيت يې وايه :(( مؤمنانو!چې لمانځه ته پاڅېدئ؛نو مخ او لاسونه مو ترڅنګلو ووینځی.))
امام باقر، زراره ته وويل : درته ووايم،چې د خداى د رسول اودس کول څرنګه وو؟ورته مې وويل :هو!راته يې ووياست
امام د اوبو لوښی راوړ،مخې ته یې کېښود،لستوڼي يې بډ وهل بيا يې لاسونه په اوبو کې غوپه کړل او ويې ويل : دا په هغه حال کې دي،چې لاسونه پاک وي، بيا يې لاسونه له اوبو ډک کړل او پر تندي يې کېښوول او ويې ويل : بسم الله او لاسونه يې د ږيرې په لوري راکش کړل او يو ځل يې خپل لاس پر تندي او مخ راکش کړ.(څولاس يې ووینځه) بيا يې خپل چپ لاس په اوبو کې کړ،اوبه يې راواخستې او پر ښۍ څنګله يې واچولې او پر ښي لاس يې پر چپه څنګله اوبه واچولې او هغه يې تر ګوتو راکش کړ او بيا يې سر او پښې مسح کړې .
زراره وايي : امام باقر وويل : خداى ایکي يو دى او يووالى يې خوښ دى؛نو اودس کولو ته هم درې لپې اوبه بس دي : يو مخ ته او دوه نورې لاسونو ته او په هماغه لامدو لاسونو لومړی سر مسح کول او بیا په ښي لاس ښۍ پښه او په چپ لاس چپه پښه مسح کړئ .
زراره وايي : امام باقر وويل : يو سړي له علي د نبوي اودس په باب وپوښتل،ورته یې همداسې وويل،چې ما درته وويل.
حضرت ابوهريرة(رض) وايي : پېغمبر(ص) اودس له ښي اړخه پيلاوه.
ابوبصير وايي : له امام صادق نه مې د اودس د اوبو د اندازې په هکله وپوښتل . راته یې وويل : د خداى رسول پر يو مد( لس سير ته نږدې ) اودس کاوه او په يو صاع ( درې کيلو) يې غسل کاوه .
آنحضرت(ص) وايي : ((موږ اهل بيتو ته صدقه حرامه ده او دنده لرو، چې پر ډېرو اوبو اودس وکړو او بلاربېدو ته ماده اس نر خر ته نه وړو.
امام صادق وايي : په خوله او پوزه کې اوبه اچول نبوي سنت دی .
آنحضرت(ص) وايي : ((په دوو څيزونو کې خوښ نه يم،چې څوک راسره مرسته وکړي، يو اودس دی؛ځکه د لمانځه له اجزاوو مې دى او بل صدقه ورکول دي اوخوښ يم پر خپلو لاسو يې بېوزلو ته ورکړم ؛ځکه صدقه د خداى لاسو ته وررسي .))
تر ويدېدو مخکې آنحضرت(ص) د ځان لپاره د اودس اوبه چمتو کولې اوپه خپل څنګ کې یې ايښووې .
حضرت علي،چې محمد بن ابوبکر د مصر والي وټاکه؛نو په خپلو سپارښتنونو کې يې ورته وويل : چې اودس دې کاوه ؛نو درې ځل دې خوله وینځه او درې ځل پوزه، بيا دې مخ ووینځه،بيا ښی لاس بيا چپ لاس،بيا د سر مخکېنۍ برخه مسح کړه اوبيا دې پښې مسح کړه،چې پرخپلو سترګو مې وليدل،چې د خداى رسول داسې اودس کاوه .
آنحضرت(ص) چې اودس کاوه،خپله ګوتمه یې په ګوتو کې خوځوله.
په اوداسه کې به آنحضرت(ص) د سر مخکېنۍ برخه؛یعنې د سر څلورمه برخه مسح کوله .
د خداى رسول(ص) وويل : جبرائيل حکم راکړى،چې د اودس پرمهال څنګلې هم ووینځم .
پينځلسم څپرکى
٦٠١_ د پېغمبراکرم(ص) غسل :
امام صادق وايي : د خداى رسول پر يوه صاع اوبو(درې کيلو) غسل کاوه او که له يوې ښځې سره يې غسل کاوه؛نو يو مد (لس سيره) اوبه يې ورسره زياتولې .
حسن بن محمد د نبوي غسل په باب جابربن عبدالله وپوښت،چې جابر ورته وويل : د خداى رسول د اوبو درې لپې پر سر رااړولې .حسن بن محمد وويل:لکه چې ګورې زما د سر وېښتان هم زيات دي!جابر وويل: هو! دخداى بنده!داسې مه وايه،د پېغمبر(ص) د سر وېښتان تر تا ډېر او ښکلي ول .
حضرت علي وايي : په اخترونو کې غسل کول د پاکوالي او د اړتياوو د روا کېدو لامل ګرځي او د پېغمبر اکرم سنت هم دى .
امام صادق وايي : د جمعې پر ورځ غسل هغه سنت دى،چې کول يې هر مسلمان او مسلمانې ته په کار دي،که په سفر کې وي که په کور کې، د جمعې پر ورځ غسل د پاکوالي،طهارت او له یوې جمعې څخه تر بلې د ګناهونو کفاره ده . امام وويل : علت يې د جمعې د ورځې تشريع و؛ځکه انصار په ټوله اونۍ کې د خپلو اوښانو او نورو څارويو پر وینځلو بوخت ول او چې د جمعې ورځ شوه؛نو بې له دې،چې ځان ووینځي،جومات ته راننووتل او بدبويونو یې خلک کړول؛ځکه د خداى رسول حکم وکړ،چې د جمعې د ورځې غسل وکړئ اوسنت شو.
٦٠٥_ د جمعې د ورځې د غسل سنت :
امام صادق وايي : د جمعې د ورځې غسل سنت دی .
٦٠٦_د رمضان په مياشت کې هره شپه غسل :
د رمضان د مياشتې وروستۍ لسيزه،چې رارسېده؛نوآنحضرت(ص) د عبادت لپاره ځان چمتو کاوه،له کوره وته او په جومات کې به معتکف شو او تر سبا پورې ويخ و اوعبادت يې کاوه او هره شپه يې د ماښام اوماڅښوتن د لمونځ ترمنځ غسل کاوه .
آنحضرت(ص) وايي :((جبرائيل حکم راکړى،چې د اودس او د جنابت د غسل پرمهال ګوتمه مې په ګوته کې وچورلوم .))
د څښتن استازی(ص) وايي : ((جبرائيل حکم راکړی،چې د جنابت د غسل پر مهال په خپل نوم کې هم ګوته ووهم .))
پېغمبراکرم(ص) د جمعې،عرفې، لوى او کمکي اختر پر ورځ غسل کاوه .
شپاړسم څپرکى
٦١٠_ د مستحبو روژو او لمونځونو شمېر :
امام صادق وايي : د خداى رسول د فرضو لمونځونو دوه ګرایه مستحب لمونځ کاوه او د فرضي روژو دوه ګرایه روژې یې نيوې .
٦١١_ د پېغمبراکرم(ص) د لمونځونو شمېر :
حنان بن سدير وايي : له امام صادق سره وم،چې عمرو امام وپوښت : ځار دې شم! د خداى د رسول د لمانځه په باب راته ووايه .امام وويل : د خداى رسول د ماسپښين ٨ رکعته نفل او څلور رکعته فرض لمونځ کاوه،مازيګر يې ٨ رکعته نفل ،ماښام یې څلور رکعته نفل، دماڅښوتن یې څلور رکعته نفل،٨ رکعته د شپې نفل ،درې رکعته وتر لمونځ ،دوه رکعته د سهار نفل او دوه رکعته يې د سهار فرض کول .
ورته مى وويل : ځار دې شم ،که تر دې ډېر لمونځ وکړم؛نو آيا خداى به مې په عذاب کړي؟ امام وويل : نه ؛خو که د پېغمبرسنت دې پرېښول؛نو پر عذاب به دې کړي .
امام صادق وايي : د خداى رسول به لمونځ کاوه او په تېره بیا دوه رکعته تیره نفل ،چې د ماڅښوتن تر فرض لمانځه وروسته کېږي .
ابوبصير وويل : له لمونځ اوتېره مومطلب هماغه دوه رکعته دي،چې دماڅښوتن تر لمانځه وروسته په ناسته کېږي؟! امام وويل : هو! هغه دوه رکعته يو رکعت شمېرل کېږي او که چا وکړل او پر هماغه شپه مړ شي ؛نو د هغه په څېر به وي،چې د آخرې شپې د وتر لمونځ يې کړی وي او که مړ هم نه شو؛نو داسې دى،چې د شپې په پاى کې پاڅېدلى وي او د وتر لمونځ يې کړی وي .
ورته مې وويل : آيا پېغمبر هم دا دوه رکعته کول؟امام : نه! ومې پوښتل: ولې؟ امام : ځکه د خداى رسول ته وحې راتله،چې پرهغه شپه به مرې او که نه او که ژوندى دى،چې نورو هېڅ چا دا پوهه نه درلوده؛ځکه يې پخپله نه کوله ؛خو نورو ته يې پرې سپارښتنه کوله .
امام باقر وايي : د خداى رسول که په کور کې و که په سفر؛خو هره شپه يې ديارلس رکعته لمونځ کاوه،چې د وترو او د سهار دوه رکعته هم په دې ديارلس رکعتونوکې ول .
امام رضا وايي : په سپين چرګ کې د الهي پېغمبرانو پینځه ځانګړنې دي ،چې يو يې هم د لمانځه د وخت پېژندل دي .
زراره وايي : له امام باقر نه مې د لمانځه د وخت په باب وپوښتل راته یې وويل : هرکله،چې د يو ذراع – سايه شافعي- په اندازه د لمرله زواله وخت واوړي؛نو د ماسپښين د لمونځ د فضيلت وخت دى او د مازيګر د فضيلت وخت د دوو ذراعو هومره د ماسپښين له لومړي ذراع نه سيورى پورته کېدل دي،چې د څلور ګامونو هومره د لمر له زواله تېر شوى وي .
بيا امام باقر وويل : د رسول الله د جومات د دېوال اوږدوالى د يو انسان د اوږدوالي هومره و،چې سيورى يې د يو ذراع هومره شو؛ نو پېغمبر(ص) د ماسپښين لمونځ کاوه او چې کله به د دوو ذراع هومره شوه؛نو پېغمبر(ص) د مازيګرلمونځ کاوه .
بيا يې وويل : آيا پوهېږې،چې د لمانځه وخت ولې د يوه ذرع او دوه ذرع هومره وځنډېده؟ ورته مې وويل : نه! ولې داسې وشول؟ امام : د نفل د لمونځ لپاره وکړاى شي،چې د ماسپښين له پيله د نافله لمونځ پر کولو بوخت شو، څو سيورى يو ذارع ته راورسي؛چې سيورى يو ذارع شو ؛نو فرض لمونځ دې وکړه اونفل دې پرېږده او چې ذارع دوه سيوري شول؛نو د مازيګر فرض لمونځ وکړه اونافله پرېږده .
زراره وويل : له امام محمد باقر نه مې واورېدل،چې ويې ويل : د خداى رسول تر ما سپښين هومره هېڅ لمونځ نه کاوه،د ماسپښين پر مهال ، چې سيورى د نیمې ګوتې هومره راورسېد؛نو د ماسپښين پر فرض لمونځ به بوخت شو؛نو د ماسپښين تر لمانځه وروسته يې د مازيګر دوه رکعته نفل وکړل اومخکې تر دې،چې مازيګر راورسي؛نو دوه رکعته یې کول، څو سيورى دوو ذارع ته ورسېد؛نوهله يې د مازيګرلمونځ وکړ او چې لمر پرېووت ؛نو د ماښام لمونځ يې کاوه او د شفق تر پټېدو وروسته يې د ماڅښوتن لمونځ کاوه او ويل يې : د ماڅښوتن لمونځ د شپې له دريمې برخې پورې وي او تر هغې وروسته يې لمونځ نه کاوه،چې شپه پر نیمايي واوخوته؛نو راپاڅېده او ديارلس رکعته لمونځ يې کاوه او چې د سهار څرک به راښکاره شوه او هوا به روښانه شوه؛نو د سهارلمونځ يې کاوه .
معاوية بن وهب وايي : امام صادق وويل : چې شپه شوه ؛نو د ويدېدو پر مهال يې دپېغمبر(ص) سرته د اوبو سرپوښلی لوښى کېښووه،د خداى رسول به مسواک هم خپل سرته کېښود او ويده به شو اوتر هغه به ويده و، چې خداى غوښتل،چې له خوبه به راپاڅېد،کېناسته او اسمان ته يې کتل او ويل یې :(( ان فى خلق السموات ولارض)) د آل عمران سورت يې تر پایه وايه،بيا يې مسواک واهه،اودس يې کاوه،د خپل لمانځه ځاى ته تله او پر څلور رکعتي لمانځه به بوخت شو،د هرې رکوع اوږدوالى يې د فاتحې او د سورت ( اخلاص) هومره و او د سجدى اوږدوالى يې د رکوع هومره و، تر دې چې خلکو وويل ،چې کله سجدې ته ځي او کله سر راپورته کوي؟
بيا راتله او ويدېده اوتر هغې ويده و،چې خداى غوښتل؛نوبيا به راويښ شو،کېناسته،هماغه آيتونه يې ويل ،مسواک يې واهه،اودس يې کاوه،درې رکعته د وتر لمونځ يې کاوه،بيا يې د سهار د لمانځه دوه رکعته نفل وکړل او د سهار د لمانځه لپاره به جومات ته ولاړ.
چې د سهار څرک به راښکاره شو؛نو پېغمبراکرم(ص) د سهار نفل کول او بيا د سهار لمانځه ته له کوره وته .
شيخ طوسي وايي : د پېغمبراکرم(ص) لمونځ دوه رکعته دى،چې په هر رکعت کې د حمد د سورت تر ويلو وروسته پر ولاړه پینځلس ځل د ((انا انزلنا)) سورت ويل کېږي،پینځلس ځل په رکوع کې،پینځلس ځل ، چې له رکوع سر راپورته کړي،پینځلس ځل په لومړۍ سجده کې، پینځلس ځل وروسته له دې ،چې له سجدې یې سر راپورته کړ،پینځلس ځل په دويمه سجده کې ،چې سر له دوېمې سجدې راپورته کړې پینځلس ځل او دويم رکعت هم همداسې وکړې،چې سلام دې واړوه؛نو څنګه دې،چې زړه و د لمونځ تعقيبات ووايه او لمونځ ،چې دې خلاص شو؛نو ټول ګناهونه دې بښل شوي دي .
امام صادق وايي : د روژې مياشت،چې رارسېده؛نو د خداى رسول خپل لمونځونه زياتول،زه يې هم ډېروم تاسې هم دا کار وکړئ .
محمد بن يحيى وايي : له امام صادق سره وم ،چې وپوښتل شو: کړاى شو د رمضان په مياشت کې مو نفل زيات کړو؟ امام وويل :هو!(د روژې په مياشت کې به) د خداى رسول تر لمانځه او تيره کولو وروسته پخپله مصلا کې ودرېده او پر نفلونو به بوخت شو،تردې چې خلک په کلاره کلاره د خداى په رسول پسې راټولېدل اوغوښتل يې دا نفل لمونځ له پېغمبر(ص) سره پر جمه وکړي،چې خلک به راټول شول؛نو پېغمبر(ص) له نفلو لاس اخسته او کور ته تله،چې خلک به خپاره شول؛نو جومات ته راستنېده او نفل یې کول،بيا ورپسې خلک راغلل او غوښتل يې دا نفل لمونځ له پېغمبرسره پر جمع وکړي؛خو پېغمبر (ص) هغوى پرېښوول او کور ته تله او پېغمبر(ص) دا کار څوځل وکړ.
٦٢٢_ په روژه کې د پېغمبراکرم(ص) لمونځ :
د امامانو يو ډلې يارانو وويل : د روژى په مياشت کې مو د خداى د رسول د لمانځه په باب له امام صادق او امام رضانه پوښتنې وکړې،چې دواړو راته دا حديث روايت کړ :
د رمضان د مياشتې لومړۍ شپه،چې به راورسېده؛نو د خداى رسول د ماښام له لمانځه سره څلور رکعته نفل کول،بيا يې ٨ رکعته نورهم کول او د ماڅښوتن تر لمانځه وروسته یې نفل په ناسته کول او بيا پاڅېده او دولس رکعته نور يې پر ولاړه کول او بيا کور ته تله،خلکو ليدل،چې د روژې د مياشتې په راتګ سره د پېغمبر(ص)لمونځونه هم زيات شي،د کار علت يې ترې وپوښت،پېغمبر(ص)ورته وويل : ((دا لمونځونه ځکه کوم،چې د روژې مياشت د نورو په پرتله ډېرفضيلت لري .)) بله شپه بيا د څښتن استازي غوښتل نفل لمونځ وکړى،بيا ورپسې خلک ودرېدل،چې په جمه ورسره نفل وکړي؛نو د خداى رسول خلکو ته مخ کړ او ويې ويل : ((خلکو! دا لمونځ،نفل دى او نفل په جمه نه کېږي!تاسې هر يو پخپله لمونځ وکړﺉ او څه چې خداى په خپل کتاب کې درښوولي ویې وياست اوبيا يې سپارښتنه او ټينګار وکړ: خلکو!په نفل لمونځونو کې جمه نه وي .)) خلک ټول خپاره شول او هر يوه ځان ته لمونځ وکړ،څو د رمضان نولسمه شپه راورسېده،د لمرپرېوتنې پرمهال د خداى رسول غسل وکړ،د ماښام لمونځ يې وکړ او د تل په څېر يې د ماښام تر لمانځه وروسته څلور رکعته وکړل او بيا کور ته ولاړ،چې بلال د ماڅښوتن اذان وکړ؛نو د خداى رسول راغى او له خلکو سره يې د ماڅښوتن لمونځ په جمه وکړ او وروسته يې د نورو شپو په څېر دوه رکعته نفل په ناسته وکړل،بيا پاڅېد او د قدر د شپې (١٠٠) رکعته نفل لمونځ يې وکړ،چې په هر رکعت کې يې د((حمد)) تر سورت وروسته لس ځل د ((قل هوالله حد)) سورت وايه،چې د قدر د شپې له نفلو خلاص شو؛نو د نورو شپورپه څېر يې د شپې لمونځ او وتر وکړل . د روژې په شلمه يې د نورو شپو په څېر د ماښام تر لمانځه وروسته ٨ رکعته او د ماڅښوتن تر لمانځه وروسته يې د روژې د مياشتې دولس رکعته نفل وکړل . پر٢١ مه شپه،تر لمر پرېوتنې ورورسته یې غسل وکړ او د نولسمې شپې اعمال يې پرځاى کړل . پر٢٢مه يې لمونځونه نور هم زيات کړل، د ماښام تر لمانځه وروسته یې ٨ رکعته او د ماڅښوتن تر لمانځه وروسته يې د روژى دمياشتې ٢٠ رکعته نفل وکړل . ٢٢مه شپه چې راورسېده؛نوغسل يې وکړ او د نولسمې او٢١مې شپې اعمال يې پرځاى کړل .
بيا له امامه د روژې په میاشت کې د يوميه نافل- پنځوس رکتعه – په باب پوښتنه وشوه،چې ویې ويل : پېغمبر(ص) د روژې د مياشتې نوافل هم کول او ورسره يې هغه پنځوس رکعتونه هم کول،چې په نورو مياشتو کې يې پرځاى کول .
مولف : له ٢٤ مې شپې څخه تر پایه د نورو شپو لمونځونه هم د ٢٢مې شپې په څېر دي .
امام رضا وايي:د خداى رسول د محرم د مياشتې پر وړومبۍ ورځ دوه رکعته لمونځ کاوه .
٦٢٤_ د ماښام په لمونځ کې ځنډ :
يزيد بن خليفه وايي : امام امام صادق ته مې وويل : عمر بن حنظله د لمانځه د وختونو په باب څه مطالب ستاسې له خولې رانقل کړي . امام : هغه زموږ په باب دروغ نه وايي . ورته مې وويل : عمر بن حنظله وايي : د ماښام د لمانځه وخت هله دى، چې د لمر ټيکلى پټ شي؛خو د خداى رسول،چې په سفرکې په بيړه کې و؛ نو د ماښام لمونځ يې ځنډاوه او هغه يې له ماڅښوتن سره کاوه . امام :عمر بن حنظله سم ويلي دي .
امام صادق وايي : د خداى رسول د باران په شپه د ماښام لمونځ ځنډاوه او د ماڅښوتن لمونځ يې په بيړه کاوه او دواړه يې يو ځاى کول اوويل يې: ((هغه چې پر نورو نه لورېږي،خداى به پرې ونه لورېږي .))
٦٢٦_ د ماسپښين اومازيګر د لمانځه يو ځاى کول :
امام صادق وايي : د خداى رسول د سفراو د مهم کار پر مهال د ماسپښین او مازيګر او د ماښام اوماڅښوتن لمونځ يوځاى کاوه .
امام صادق وايي : په ګرمو ورځو کې،چې موذن د اذان کولو اجازه غوښته؛نو د خداى رسول ورته وويل،چې ابرد، ابرد،پرېږده،چې هوا سړه شي .
د”علاء” په کتاب کې له محمد بن مسلم روايت دى،چې ویې ويل : په نبوي جومات کې مې لمونځ کاوه،امام باقر وليدم ،چې وروسته يې راته وويل : کله هم فرض لمونځ په هغه وخت کې مه کوه . آيا په هغه ګرمۍ کې دې لمونځ کاوه؟ ورته مې وويل : لمونځ مې نفل و.
٦٢٨_تر لمانځه وروسته د اړتياونو پوره کول :
چې د څښتن استازي ته به څوک راغى او آنحضرت(ص) لمونځ کاوه؛نو کس د رسول الله په څنګ کې کېناسته؛نو د هغه په پار يې لمونځ لنډاوه،ورته يې مخه کوله او ويل یې : (( آيا اړتيا لرې؟)) د هغه تر اړتيا پوره کونې وروسته بيا په لمانځه درېده .
٦٢٩_ په لمانځه کې د پېغمبراکرم(ص) ژړا :
آنحضرت(ص)،چې په لمانځه بوخت شو؛نو د خداى له وېرې به يې رنګ والوت او ژړغونی غږ ترې اورېدل کېده.
آنحضرت(ص) په لمانځه کې داسې و؛لکه جامې،چې پرځمکه پرتې وې .
حضرت عايشه بي بي وايي : د خداى رسول له موږ سره خبرې کولې اوموږ هم ورسره خبرې کولې،چې د لمانځه وخت به شو؛نو پر پېغمبر(ص) به داسې حالت راغى،چې نه يې موږ پېژندو او نه موږ هغه پېژنده.
آنحضرت(ص) کله کله په لمانځه کې کيڼ اوښي خوا ته کتل؛خو شا ته يې نه کتل .
٦٣٣_ سجدو او رکوع ته دې پام وسه :
حضرت علي ،چې محمد بن ابي بکر د مصر والي کړ؛نو په خپلو سپارښتنو کې يې ورته داسې هم وويل : خپلو رکوع ګانو او سجدو ته دې پام وسه؛ځکه د خداى د رسول لمونځ تر ټولو بشپړ او په عين حال کې لنډ و.
امام صادق وايي : د خداى رسول،چې به غوښه وخوړه؛نو بې له دې،چې لاسونه ووينځي،په هماغه حال کې يې لمونځ کاوه؛خو چې شيدې به یې وڅښلې،مخکې له دې چې لاسونه او خوله يې نه وه وینځلې؛نو لمونځ يې نه کاوه .
ابن سنان وايي : امام صادق ته مې وويل : موږ داسې موذن لرو،چې تر سهار مخکې اذان کوي . امام وويل :که څه هم سهار شوى نه وي؛خو اذان یې د ګانډويان په ګټه دی؛ځکه د شپې لمانځه ته به راپاڅي؛خو سنت دا دى،چې د سهار راختنې پر مهال اذان وشي او بيا يې وويل : د اذان او د لمانځه ترمنځ هماغه دوه رکعته د سهار د نفل لمونځ واټن دى .
امام صادق وايي : چې د لمانځه وخت به شو؛نو د خداى رسول حضرت بلال ته ويل،چې پر دېوال وخيژه او پر لوړغږ اذان وکړه .
امام باقر وايي : يوه ورځ د خداى رسول حال داچې حسين يې پر اوږو سپورکړى و،له کوره د جومات پر لوري ولاړ،پېغمبر(ص) حسين په څنګ کې کېناوه اوخلک هم په پېغمبر(ص) پسې په صفونو کې ودرېدل ( امام حسين ډېره موده وروسته پر خبرو راغى او خلک وېرېدل،چې تر پایه خبرې ونه کړي) د خداى رسول د لمانځه تکبير ووايه،چې امام حسين هم له پېغمبر(ص) سره تکبير ووايه، د خداى رسول،چې د خپل زوى تکبير واورېد؛نو بيا يې تکبير ووايه، دا ځل بيا امام حسين له پېغمبرسره تکبير ووايه،څو د خداى رسول اوه ځل تکبير ووايه او امام حسين هم ورسره ووايه؛نوهمدا وو،چې د لمانځه په پيل کې تکبير ويل سنت شول .
امام صادق وايي : د خداى رسول به د تکبيرة الاحرام او همداراز د رکوع او تر رکوع وروسته تکبيرويلو ته خپل لاسونه تر غوږونو راپورته کول .
امام باقر وايي : د خداى رسول په لمانځه کې “بسم الله الرحمن الرحيم” پر لوړ غږ ويله .
امام صادق وايي : د خداى رسول،چې له خلکو سره لمونځ کاوه؛نو بسم الله يې په لوړ غږ ويله.
حضرت علي وايي :که په لمونځ کې د خداى رسول ته خوله وازى راته؛نو پر خوله یې ښی لاس ايښووه .
حضرت علي وايي : د خداى رسول پر ږيره لاس راکښود،ددې کار لامل مې ترې وپوښت،چې راته يې وويل :((هغه مهال راباندې غم زيات وي.))
حضرت ابوسعيد خدري(رض) وايي : د خداى رسول په لمانځه کې تر قرائت مخکې ((اعوذبالله من الشيطان الرجيم )) ويل .
د آنحضرت(ص) لمونځ تر ټولو لنډ؛خو بشپړ و،پر لمانځه چې درېده،تر “الله اکبر” ويلو وروسته يې ژر “بسم الله” ويله.
٦٤٥_ د پېغمبراکرم دوه ځل تمېدنه :
امام باقر د امام صادق له خولې ويلي : په لمانځه کې د رسول الله (ص) د قرائت په اړه د دوو اصحابو ترمنځ اړپېچ شو،د اړپېچ هواري لپاره يې ابي بن کعب ته ليک واستو،هغه ورته په ځواب کې وويل : د خداى رسول په دوو ځايو کې تمېده : يو ځل د فاتحة الکتاب تر ويلو وروسته او بل ځل د سورت تر ويلو وروسته.
سمره او ابي بن کعب ويلي : لومړى مکث تر تکبيرة الاحرام ويلو وروسته اوبل يې د حمد تر سورت وروسته و.
امام صادق وايي : د خداى رسول د سهار په لمانځه کې د “عم يتسالون”، “هل اتیک حديث الغايشه” ،”لاقسم بيوم القيامه” او ورته سورتونه ويل . د ماسپښين په لمانځه کې يې د “سبح اسم” ، “والشمس وضحيها”،”هل اتيک حديث الغاشيه” په څېر سورتونه ويل او د ماښام په لمانځه کې يې د “قل هوالله احد”،” اذاجاءنصرالله والفتح” او د “اذا زلزلت” په څېر لنډ سورتونه ويل او د ماڅښوتن په لمانځه کې يې د ماسپښين ،مازيګراوماښام په څېر سورتونه ویل .
امام صادق وايي : د خداى رسول د شپې د لمونځ په وروستي رکعت کې د “هل اتى على الانسان” سورت وايه.
آنحضرت(ص) د شپې د لمونځ درې وروستي رکعتونه “شفع او وتر” له نهمو سورتونو سره کاوه : په لومړي رکعت کې “الهکم التکاثر”،” انا انزلناه” او ” اذا زلزلت”، په دويم رکعت کې “الصمد” ،”والعصر” او “اذاجاءنصرالله والفتح” اوپه يو رکعتي وتر کې يې د”قل ياايها الکافرون” ،”تبت” او د “قل هوالله احد” سورتونه ويل .
امام صادق وايي : په ټولو لمونځونو کې په دويم رکعت کې تر رکوع مخکې قنوت ويل لازمي سنت دي .
٦٥١_ په ټولو لمونځونو کې قنوت :
حضرت براء بن عازب ويلي : د خداى رسول هېڅ فرض لمونځ بې قنوته ونه کړ.
٦٥٢_ قنوت د انبياوو ځانګړنه ده :
امام حسن عسکري وايي : خداى رسول الله ته وويل : ته ،علي او د علي له ځوځاته نوره امامان مې د قيامت تر ورځې پر لسو ځانګړنو ځانګړي کړئ،چې يو يې هم د لمانځه په دويم رکعت کې د قنوت ويل دي .
٦٥٣_ د رکوع اوسجدې د ذکر علت :
هشام بن حکم وايي : امام موسى بن جعفرمې وپوښت : ولې په رکوع کې کې “سبحان ربى العظيم وبحمده” او په سجده کې “سبحان ربى الاعلى وبحمده” ويل کېږي؟ ویې ويل : هشامه!د خداى رسول يې، چې معراج ته يووړ ؛نو هلته يې لمونځ وکړ او پر هغه شپه،چې ستر خداى يې ليدلى و، بدن يې پر لړزه شو او بې واکه رکوع ته ولاړ او پکې يې وويل : “سبحان ربى العظيم وبحمده”او،چې له رکوع راپاڅېد؛نو حق تعالى يې له هغې هم پر لوړ مقام وموند؛نوله وېرې پر سجده شو اويې ويل : “سبحان ربى الاعلى وبحمده” او چې دا ذکر یې اوه ځل تکرار کړ؛نو له زړه يې وېره لرې شوه ؛ځکه سنت شوه.
٦٥٥_ رکوع اوسجدې ته دې پام وسه :
حضرت علي،محمد بن ابوبکر ته وليکل :رکوع اوسجدو ته دې پام وسه؛ ځکه سره له دې،چې د خداى د رسول لمونځ تر ټولو بشپړ و؛خوتر ټولو زيات يې ورته پام و،په رکوع کې یې يوازې درې ځل “سبحان ربى العظيم وبحمده” او په سجده کې یې “سبحان ربی لاعلى وبحمده” ويل.
حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې سجدې ته تله ؛نولاسونه يې تر زنګونو مخکې ځمکې ته وړل .
حضرت علي وايي:د خداى رسول په سجده کې پر ورغیو ډډه وهله،مټې يې خلاصې وې،چې تخرګونه يې له شا ښکارېدل .
د خداى رسول پر خمره (کږچنې پوزي،چې د کجورو له پاڼو بڼل کېده) سجده کوله.
٦٥٩— د سجدې کولو پرځاى اوبه شيندل :
امام باقر وايي : د خداى رسول د سجدې پرځاى اوبه شيندلې.
امام باقر وايي : د خداى رسول يوه همسا درلوده،لاسکى یا قبضه يې د اوسپنې وه،چې ډډه يې پرې وهله او د اختر پر ورځو کې را اخسته او د لمونځ پرمهال يې خپلې مخې ته ايښووه.
٦٦١_ دسجده ګاه اوخلکو ترمنځ حايل :
امام صادق وايي : د خداى رسول،چې لمونځ کاوه؛نو د جای نماز مخې ته يې خپله همسا ايښووه.
٦٦٢_د اختر په لمانځه کې اوه تکبيرونه :
حضرت علي وايي: د خداى رسول د لوی ختر په لمانځه کې په لومړي رکعت کې اوه تکبيرونه( تکبيرة الحرام + د قنوت پینځه تکبيرونه + رکوع ته د تلو تکبير) او په دویم رکعت کې پینځه تکبيرونه ( څلور د قنوت لپاره او يو رکوع ته د تګ لپاره ) ويل .
امام باقر وايي:د خداى رسول د استسقاء او باران غوښتلولپاره دوه رکعته لمونځ کاوه په ناسته یې دعا کوله او له خدایه يې باران غوښته او د اسستقاء په لمانځه پسې يې خطبه ويله او لمونځ يې هم پرجيګ غږ کاوه.
٦٦٥_ په بيديا کې د اختر د لمانځه سنت :
امام باقروايي : سنت دى،چې د هر ښار اوسېدونکي د لوی او کمکي اختر د لمونځ لپاره دښتې ته ولاړ شي؛خو د مکې خلک،چې په مسجدالحرام کې يې لمونځ کاوه.
حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې لمانځه ته له ښاره وته ؛نو د”شجره” له لارې تله او د”معرس” له لارې راستنېده او، چې مصلى ته تله ؛نو اوږده لار يې ټاکله او راتګ ته يې لنډه لار ټاکله .
٦٦٧_ په دښته کې د باران غوښتنه :
حضرت علي وايي : سنت دى،چې يوازې په دښته کې د باران غوښتنه وشي،چې خلک وکړاى شي،اسمان وويني؛خو په مکه کې بايد په مسجد الحرام کې د باران غوښتنه وشي.
حضرت نعمان وايي : د خداى رسول د جمعې د لمانځه صفونه داسې برابرول،چې د غشي په څېر هېڅ کوږوالى پکې نه و(دې مسئلې ډېر اهميت درلود) يوه ورځ جومات ته راغى او په لمونځ ودرېد،چې غوښتل یې تکبيرة الاحرام ووايي،پام يې شو،چې د يو سړي سينه له نورو رامخکې ده؛نو پېغمبر ورته وويل:((د خداى بندګانو!صفونه مو منظم کړئ؛ګنې نو په زړونو کې به مواړپېچ راپيدا شي .))
٦٧٠_ د لمانځه د وخت لېوالتيا :
آنحضرت(ص) بې صبره د لمونځ وخت ته په تمه و،چې د لمونځ وخت رارسېده؛نو خپل موذن؛حضرت بلال ته يې ويل:((بلاله! په اذان مې خوشحاله کړه!))
حضرت علي وايي : د خداى رسول څه هم د ماښام تر لمانځه مخکې نه کول،چې د لمونځ وخت رارسېده؛نو ته وا له خپله کورنې،اولاد، خپلوان او دوستان یو هم نه پېژني .
د ماښام د لمونځ وخت،چې رارسېده؛نوآنحضرت(ص) یو کار هم د ماښام تر لمانځه مخکې نه کاوه او د ماښام لمونځ يې پرخپل وخت کاوه.
٦٧٣_ د پېغمبراکرم(ص) د سترګو رڼا :
دڅښتن استازی(ص) وايي:((زما د سترګو رڼا يې په لمانځه او روژه کې ايښې ده.))
پېغمبراکرم(ص) وايي :(( ابوذره!خداى زما د سترګو رڼا په لمانځه کې ايښېاو راباندې ګرانه کړى یې دى ؛لکه خواړه یې،چې پر وږي او اوبه پر تږي ګرانې کړي دي .))
بيا يې وويل : ((وږى په خوړو او تږى په اوبو مړېږي؛خو زه په لمانځه نه مړېږم.))
د خدای له وېرې د آنحضرت(ص)زړه لکه د ديګچي خوټېده.
د څښتن استازي د لمانځه پرمهال اسمان ته کتل ؛خو د ((الذين هم صلاتم خاشعون)) آيت،چې نازل شو؛نو سر يې لاندې کړ او ځمکى ته يې کتل .
شيخ صدوق ويلى : په شپږ لمونځونو کې “توجه” د “وجهت وجهى للذى فطر السموات ولارض” په تکبيرةالاحرام کې سنت دي .
د شپې د لمونځ لومړى رکعت،يو رکعت د وتر لمونځ ،د ماسپښين د نفلو لومړى رکعت ،د احرام د لمونځ لومړى رکعت،د ماښام د لمونځ د نفلو لومړى رکعت اود هر لمونځ لومړى رکعت.
٦٧٨_ تر تکبيرة الاحرام وروسته دعا :
په هغه حديثونو کې،چې محمد بن عبدالله حميري ته رارسېدلي ، راغلي : په “توجه” کې هېڅ ويل شوى دعا فرض نه ده ؛خو سنت دى،چې تر تکبيرة الاحرام وروسته داسې وويل شي: مخ مې د هغه خداى پر لوري،چې ځمکه او اسمانونه يې پنځولي ،حال دا چې مسلمان يم اوکله هم له مشرکانو نه يم او په رښتيا ،چې لمونځ ،قرباني ،ژوند او مرګ مې د خداى په واک کې دي،شريک نه لري او پرهمدې ګروهنه دنده راکړه شوې او مسلمان يم،خدايه! له مسلمانانو مې وګڼې، د رټل شوي شيطان له شره، اورېدونکي او پوه خداى ته پناه وړم )) او بيا د حمد سورت پيل کړه.
ابو لحسن راشد وايي : امام رضا مې د افتتاحيه تکبيرونه په باب وپوښته،راته يې وويل : اوه تکبيره دي . ورته مې وويل:د خداى له رسول روايت شوي،چې په پيل اوافتتاح کې يوتکبير ويل کېږى .امام وويل: د خداى رسول له دې اوه تکبيرونو يو پر لوړغږ او نور په کلاره ويل .
سيد بن طاووس وايي : د لمانځه تر سلام وروسته ،درې ځل تکبير ويل او هر ځل ورسره غوږونو ته لاس وړل موکد سنت دي او د خداى رسول د هغو زيرو په پار،چې پرې شوي ول،خپل سنت کړل .
امام صادق وايي : د سهار،ماښام او ماڅښوتن د اذان او لمانځه ترمنځ سنت دا دي،چې کېنې او نفل ونه کړې؛خو د ماسپښين او مازيګر د اذان او لمانځه ترمنځ دوه رکعته نفل لمونځ کول سنت دي .
امام باقر وايي : سنت دا دى،چې په جومات کې ښځې په نارينیوو پسې ودرېږي .
آنحضرت(ص)،چې رکوع کوله؛نو سر یې نه ډېر ټيټ و او نه جيګ ؛ يعنې منځنى حالت يې درلود.
امام باقر وايي : چې د خداى رسول به په لمانځه کې د ماشوم ژړا واورېده؛نو لمونځ به يې لنډ کړ،چې مور يې ژر ورستنه شي او کلار يې کړي .
امام صادق وايي : د خداى رسول ( ظاهراً په سفر کې ) د اوښ کته،چې يو ذراع اوږدوالى يې درلود، په خپل مخ کې ايښووه او لمونځ يې کاوه، چې د هغه او تېرېدونکيو ترمنځ حايل وي .
ابان بن تغلب وايي،امام صادق ته مې وويل : د خداى رسول به د وتر لمونځ کله کاوه؟ ویې ویل : د سهار تر راښکاره کېدو مخکې (داسې،چې د وتر لمونځ يې د سهار له راښکاره کېده سره يو ځاى خلاصېدل)
٦٨٧_ د اختر پر ورځ روژه ماتى :
امام صادق وايي : سنت دي،چې د کمکي اختر پر ورځ لمونځ ته تر تلو مخکې او د لوی اختر پر ورځ تر لمانځه وروسته روژه ماته شي .
امام صادق وايي: د کمکي اختر پر ورځ ،چې پلار مې دښتې ته د اختر لمانځه ته تله؛نوڅوک يې نه پرېښوول،چې تر پښولاندې درۍ او يا پوزى هوار کړي او ويل يې : دا هماغه ورځ ده،چې د خداى رسول د لمونځ لپاره دښتې ته تله اوخوښ و،چې په خلاصه فضا کې وي،څو اسمان وويني،بيا يې خپل تندى پرځمکه ايښووه اولمونځ يې کاوه.
٦٨٩_ په دښته کې د لمونځ کولو لامل :
امام صادق وايي : د کمکي او لوی اختر پر ورځ یې د خداى رسول ته وويل:څه به وشي،چې په خپل جومات کې لمونځ وکړئ ؟
پېغمبر)ص) : (( خوښ يم،چې ټول بدن مې اسمان ته وروښيم .))
په روايت کې راغلي،چې د کمکي او لوی اختر پر ورځ ،که هوا سړه که توده وي؛نو د خداى رسول چپنه یا عبا اغوسته او پګړۍ يې وهله .
آنحضرت(ص)،چې د اختر د لمانځه لپاره ولاړ؛نو د تکبير ويلو پر مهال يې خپل غږ جيګاوه .
امام صادق وايي :سنت دي،چې يوازې په مدينه کې نه په بل ښار کې د اختر لمونځ ته تر تلومخکې په نبوي جومات کې دوه رکعته نفل لمونځ وکړاى شي؛ځکه د خداى رسول هم کړي ول .
په حديث کې راغلي : د اختر ورځ راورسېده ،مامون له امام رضا وغوښتل،چې ورسره سپور د اختر لمانځه او خطبو ته ولاړشي ………. مامون خورا ټينګار وکړ؛خو امام ورته وويل : اميرالمؤمنينه ! که ما له دې کاره وبښئ؛نو ډېر خوښ يم او که و دې هم نه بښلم ؛نو هماغسې به ولاړ شم،چې د خداى رسول اوعلي تلل . سهار شو،امام رضاغسل وکړ او سپينه پګړۍ يې ووهله، د پګړۍ يو اړخ يې شاته او بل يې پرسينه راواچاوه او خپلو مریانو اوخدمتګارانو ته يې هم حکم ورکړ،چې چمتو شئ او د هغه په څېر عمل وکړئ،بيا يې د اوسپنې همسا راواخسته ،کميس يې راپورته کړ،چې پښې يې ښکارېدې اولوڅې پښې بهر ووت ،امام اسمان ته وکتل او څلورځل يې تکبير ووايه او د خپل کور مخې ته ودرېد او ويې ويل : الله اکبر الله اکبر الله اکبر على ما هدانا الله اکبرعلى مارزقنامن بهيمة الا نعام ولحمد لله على ما ابلانا.
امام دا هرڅه پرجيګ غږ ويل اومریانو يې هم ورپسې پرجيګ غږ ويل …..امام تر هر لسو قدمونو وروسته ودرېده او پرجيګ غږ يې څلورځل تکبير وايه.
آنحضرت(ص)،چې د اختر لمونځ ته پر يوه ولاړ؛نو پربله راستنېده.
حضرت علي وايي: د خداى رسول د کمکي او لوی اختر د لمانځه پر مهال يوازې يو تکبير وايه . امام حسين لا پر خبرو نه و راغلى او د ډېرې مودې هم و، يوه ورځ مور یې فاطمې ورته جامې واغوستې اوله نيکه سره يې کړ،هغه مهال،چې د خداى رسول تکبير وايه؛نوامام حسين هم تر اوو ځلو پورې له رسول الله سره تکبيرووايه،بيا چې د خداى رسول دويم رکعت ته راپاڅېد اوتکبير يې ووايه؛نوامام حسين هم ورسره تکبير ووايه ( دا ځل پينځه ځل) او تر هغې ورځې تر ننه دا د خداى د رسول سنت شو.
حضرت علي وايي : د استسقاء د لمونځ سنت داسې دى،چې امام پاڅي،دوه رکعته د استسقاء لمونځ وکړي اوبيا د دعا لپاره لاسونه پورته کړي .
٦٩٧_ داستسقاء په لمانځ کې عبا سرچپه اغوستل :
امام باقروايي : د خداى رسول،چې د استسقاء لمونځ او د باران غوښتنې لپاره دښتې ته ولاړ؛نو اسمان ته يې کتل اوخپله عبا يې سرچپه اغوسته.
راوي وايي : له امام مې د دې کار علت وپوښت،چې راته یې وويل:دا کار د پېغمبر(ص) او د اصحابو ترمنځ يوه نښه وه (؛يعنې پېغمبر(ص) د خداى درشل ته ويل : خدايه!لکه،چې دا عبا زما په واک کې ده،سرچپه مې کړه ؛نو ته هم) وچکالي پر نعمت واړوه .
آنحضرت(ص) د باران غوښتنې پرمهال داسې دعا کوله : خدايه! بندګان او څاروي دې په اوبو ماړه کړه،لورنه دې راخپره کړه او مړې ځمکى راژوندۍ کړه )) اودا دعا يې درې ځل کوله.
حضرت علي وايي : هغه باران،چې د خوړو او د څارويو د روزۍ جوړونکی دی او له عرشه راکوزېږي؛نو پېغمبر(ص) د باران پر مهال تر باران لاندې دريده،چې لوندخيش به شو.
حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې باران ته کتل؛نو ويل يې:((خدايه! دا باران راته ګټور وګرځوې .))
امام باقر وايي :(( د خداى رسول،چې د ُجمعې پر ورځ د ُجمعې لمانځه ته له کوره ووت؛نو تر هغې پرمنبر ناست و،چې موذن به اذان خلاص کړه.
٧٠٢_ لمونځ کوونکيو ته د جماعت د امام سلام :
حضرت علي وايي : سنت دا و،چې امام پر منبر کېناسته ،خلکو ته به يې مخ کړ او سلام يې پرې اچاوه.
امام صادق وايي : د خداى رسول دوه خطبې ويلې،چې لومړۍ خطبه يې وويله؛نو پر منبرکېناسته او چې بیا درېده؛نودويمه خطبه يې پيل کړه.
٧٠٤_ حمد او سورت په لوړ غږ ويل :
امام باقر وايي : د ُجمعې د لمونځ حمد او سورت پرلوړغږ ووياست، چې سنت دي .
٧٠٥_ د ُجمعې د ورځې د لمونځ وخت :
امام باقر وايي : هغه وخت ،چې لمر د اسمان له منځه واوخوت؛نو د خداى رسول به د ُجمعې لمونځ کاوه.
اما سجاد وايي: د ُجمعې په لمونځ کې قنوت ويل مستحب دي.
امام صادق وايي : د ُجمعې په لمانځه کې سنت دي،چې امام په لومړي رکعت کې سوره جمعه او په دويم رکعت کې سوره منافقون ووايي .
حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې جومات ته ورننووت او حضرت بلال اذان کاوه؛نوپېغمبر(ص) کېناسته.
٧٠٩_ د جانماز او دېوال ترمنځ واټن :
حضرت سهل ساعدي وايي: د پېغمبر (ص) د جا نماز اودېوال ترمنځ د يومېږي د تېرېدوهومره فاصله وه .
د پېغمبر(ص) په رکوع اوسجده کې د تسبیح په هکله هشام بن حکم امام صادق وپوښت،چې امام ورته وويل:په رکوع کې ((سبحان ربى العظيم )) او په سجده کې ((سبحان ربى لاعلى )) وايه. بيا امام وويل : د تسبح ويل يوځل فرض دي،درې ځل سنت او اوه ځل فضيلت دي .
آنحضرت(ص) په هر رکعت کې پینځلس آيتونه ويل او رکوع يې د قيام هومره او سجده يې د رکوع هومره وه او له رکوع اوسجدې سر راپورته کول يې مساوي ول .
امام باقر وايي : د خداى رسول د سهارلمونځ هله کاوه،چې هوا به رڼا شوه.
اسحاق بن فضل له امام صادق پر پوزي د سجدې په باب وپوښتل، امام وويل:پروا نه لري؛خو زه خوښ يم،چې پرځمکه سجده ولګوم؛ځکه د خداى رسول خوښ و،چې خپل تندى پرځمکه ولګوي او تا ته مې هغه خوښ دي،چې د خداى درسول خوښ ول .
له مصعوم امام روايت شوي،چې : د ((قل هوالله احد )) سورة د قرآن د درېمې برخېهومره دى او د ((قل يايها الکرفرون )) سورت د قرآن د څلورمې برخې هومره دى او د خداى رسول د وترو په لمانځه کې د (( قل هوالله احد)) سورت درې ځل وايه؛يعنې دا چې قرآن يې ختماوه.
امام صادق وايي : سنت دا دى،چې د ورځې د نفل لمونځ په ټيټ غږ او د شپې نفل پر لوړ غږ وشي.
امام باقر وايي : تر هر فرض لمونځ وروسته د دعا فضيلت او ثواب تر مستحب لمانځه زيات دى او سنت هم دي .
امام صادق ،ابو هارون مکفوف ته وويل : اباهارونه! موږ اهلبيت ،چې خپل اولاد ته د لمانځه سپارښتنه کوو؛نو ورسره د فاطمة الزهرا د تسبيحاتوسپارښتنه هم کوو او ته هم دا تسبيحات وايه او چاچې وويل؛ نوخداى به يې بدمرغه نه کړي .
امام باقر وايي : د خداى رسول حضرت علي ته وويل :(( علي! تر فرض لمونځ وروسته د آيت الکرسي ويلوسپارښتنه درته کوم ؛ځکه دا کاريوازې پېغمبران ،صديقين او شهيدان کوي.))
د خداى رسول په خپلو دوو لمونځونو؛يعنې شفع او يو رکعت وتر کې په لومړي رکعت کې د”سبح اسم ربک الاعلى”سورت او په دويم رکعت کې د “قل يا ايهاالکا فرون” سورت اوپه دويم رکعت؛يعنې وتر کې ، چې قنوت هم پکې ويل کېږي د”قل هوالله احد”سورت ویل،چې دا ټول سورتونه د حمد تر سورت وروسته ويل کېږي .
حضرت علي وايي : د خداى رسول په سجده کې دا دعا ويله : خدايه! تا ته سجده کوم،پر تا مې ايمان راوړی او تا ته تسليم يم،څېره مې پر خاورو هغه ته ايښې،چې جوړه کړې يې ده او پکې يې غوږ او سترګې جوړې کړي؛نو خداى ستر دى او ترټولو غوره جوړونکی دی .
حضرت علي محمد بن ابوبکر ته وليکل :رکوع ته دې پام وسه …… د خداى رسول،چې له رکوع راپورته کېده؛نو ويل يې : هغوى چې خداى وستايي؛نو د هغوى ستاېنه دې قبوله کړي ؛خدايه د اسمانونو ،ځمکو هومره ستا شکرونه.
آنحضرت(ص) د دووسجدو ترمنځ داسې دعا کوله : خدايه! و مې بښې او راباندې ولورېږې،پناه راکړه،عافيت راوبښې، خير ته دې اړين یم ، چې رالېږې يې،نړۍ پال خدای، سپيڅلى او د لوړمقام خاوند دى .
ميمونه بي بي وايي : هغه وړوکى پوزى،چې د خرما له پاڼو بڼل شوى و، د خداى رسول ته يې په جومات کې لمانځه ته هواراوه.
امام حسن عسکري وويل : خداى مې نېکه ته وحې راولېږله : ته،علي او د علي له ځوځاته امامانو ته مې لس ځانګړنې ورکړي،چې يو يې په هر لمانځه کې پرخاورو سجده ده.
د څښتن استازي (ص) خپل لمونځ په بشپړه توګه کاوه.
هغه لمونځ پر آنحضرت(ص) ډېر ګران و،چې مداومت به پرې وشو او که پخپله د خداى رسول پيل کړ؛نو مداومت يې پرى کوه ،که څه هم لنډ لمونځ و.
حضرت انس بن مالک(رض) وايي:وامې ورېدل،چې د خداى رسول وايي : ((د شپې دوه رکعته لمونځ پرما له ټولې دنيا اوڅه چې پکې دي، ګران دی .))
٧٢٨_ د روژې په پاى کې د شپې لمونځ :
آنحضرت(ص) وايي : ((قسم پر هغه خداى،چې زه يې پېغمبر کړم، جبرائيل له اسرافيل څخه او هغه هم له خداى راته راوړي،که هرڅوک د روژې د مياشتې په وروستۍ شپه لس رکعته لمونځ وکړي او په هر رکعت کې يوځل سوره (حمد) اولس ځل د”قل هو الله احد” سورت او په رکوع اوسجده کې لس ځل “سبحان الله والحمدالله ولااله الا لله ولله اکبر” ووايې او تر دوو رکعتونو وروسته سلام واړوي او تر لس رکعتو وروسته زر ځل ” استغفرالله” ووايي او ورپسې سجدې ته ولاړشي او ووايي :يا حى يا قيوم يا ذى الجلال ولاکرام يا رحمن الدنيا ولاخره وحيهما،يا رحيم الرحمن،يا اله اولالين ولاخرين اغفرنا ذنوبنا وتقبل منا ملا ئنا وحيامنا وقيامنا)) اوبيا يې ددې لمونځ او چا چې وکړ د ثواب په باب ډېرې خبرې وکړې،څو ويې ويل:دا لمونځ يوازې خداى ماته او زما امت ته راډالۍ کړ ،چې تر ما مخکې يو پېغمبر ته يې هم ورنه کړ.))
٧٢٩—کور ته د ننووتو پرمهال لمونځ :
آنحضرت(ص)،چې کور ته ننووت؛نومخکې له دې،چې کېني،څلور رکعته لمونځ يې کاوه (ظاهراً دوه رکعتي) په لومړي رکعت کې يې سورت “لقمان”، په دوېم کې “يسن” په درېم کې “دخان” او په څلورم کې يې د “تبارک الملک” سورت وايه.
اوولسم څپرکى
٧٣٠_ يوه ورځ وروسته روژه نيول :
امام صادق وايي : د خداى رسول پرله پسې دومره روژې ونيوې،چې خلکو ويل بیخې نه بوزه کېږي او بيا دومره بوزه و،چې خلکو ويل نوره روژه نه نيسي،تر هغې وروسته يې يو ورځ پس روژه نيوه،بيا په هره اونۍ کې په پنجشنبې او دوشنبې روژه کېده او په آخر کې سنت داسې شو،چې د خداى رسول د هرې مياشتې په پيل او پای کې د پنجشنبې پر ورځ او د مياشتې په منځ کې د چهار شنبې پر ورځ روژه نيوه او ويل يې: ((چاچې داسې روژه ونيوه ؛نو داسې به وي؛لکه ټول عمر،چې روژه وي .))
٧٣١_ د خداى په نزد ترټولو بد څيز :
امام صادق وايي : پلار مې څو ځل وويل : د خداى تر ټولوهغه خلک بد ایسي،چې ورته وويل شي،د خداى رسول داسې عمل کړى و او هغه ځواب درکړي،چې خداى به ما د ډېر لمونځ او روژو له امله پرعذاب نه کړي ؛ځکه مانا يې دا ده،چې د خداى رسول يې له ډېرو کولوعاجز و.
٧٣٢_ په مياشت کې درې ورځې روژه :
امام صادق وايي: د بعثت په لومړيو ورځو کې د خداى رسول هره ورځ روژه کېده،خلکو ويل،چې نور د خداى رسول نه بوزه کېږي، بيا يې يوه ورځ پس روژه نيوه،چې دا د حضرت داوودعليه السلام روژه هم وه ،بيا يې هغه هم پرېښووه اوپه “ايام البيض” کې ؛يعنې د هرې مياشتې په ديارلسمه ،څوارلسمه اوپینځلسمه روژه کېده ،بيا يې هغه هم پرېښووه او روژه يې داسې نيوه،چې يوه روژه يې د مياشتې د لومړۍ لسيزې په پنجشنبې،دويمه یې د دويمې لسيزې په چهارشنبې او درېمه يې د درېمې لسيزې په پنجشنبې نيوه اوچې ژوندى و؛نوپر همدې اوډون يې روژه نيوه .
حضرت علي وايي : د شعبان په مياشت کې روژه نيول او دا شان په هره مياشت کې درې ورځې روژه کېدل غم اوخپګان له زړه باسي،چې لومړۍ يې د مياشت په پيل کې د پنجشنبې پر ورځ ،دویمه یې د مياشتې په منځ کې د چهارشنبې پر ورځ او درېمه یې د مياشتې په پاى کې د پنجشنبې پر ورځ ده اوموږ اهل بيت د مياشتې دا درې روژې نیسو.
٧٣٤_ دپېغمبراکرم(ص) د روژه کېدو طريقه :
تر مړینې د آنحضرت(ص) د روژه کېدو سنت دا و،چې بې د روژې د مياشتې له روژه کېدو،د شعبان د مياشتې او په هره مياشت کې درې ورځې روژه کېده.
امام صادق وايي : د خداى رسول يوه ورځ خپلو يارانو ته وويل : ((په تاسې کې کوم يو هره ورځ روژه نيسي؟)) سلمان وويل :زه،اى د خداى رسوله. يو سړي سلمان ته وويل : سلمانه! ما خو ډېرې ورځې ليدلى،چې خواړه خورې؟سلمان : هغسې نه ده ،چې ته فکرکوې؛بلکى زه په هره مياشت کې درې ورځې روژه یم اوخداى ويلي : چاچې نېک عمل وکړ؛نو خداى به ورته لس ګرایه ثواب ورکړي او له بل اړخه دشعبان د مياشتې روژې هم له رمضان سره نښلوم او هر چا که داسې وکړل؛نو داسې به وي؛لکه ټول عمر،چې روژه وي .
د خداى رسول هغه سړي ته وويل :(( د هغه په څېر حکيم لقمان به هېڅ چېرې پيدا نه کړې؛څه دې چې خوښه وې،ترې يې وپوښته،چې ځواب يې درکړي .))
سماعه وايي : امام صادق مې وپوښت: آيا د خداى رسول به د شعبان په مياشت کې روژه و؟ امام :هو! خو ټوله مياشت روژه نه و. ومې ويل : د شعبان په مياشت کې څو ورځې بوزه و؟ امام وويل : بوزه به و. دا پوښتنه مې ترې درې ځل وکړه او درې ځل يې راته ځواب راکړ،چې بوزه به و. سماعه وويل : بل کال مې هماغه پوښتنه بيا وکړه اوامام هماغه ځواب راکړ.
امام باقر وايي : د خداى رسول د رمضان اوشعبان په دواړومياشتو کې روژه و او دا دواړه مياشتې يې سره نښلولې؛خو نور يې له دې کاره ژغورل او ويل يې:(( دا دواړه مياشتې د خداى مياشتې دي او پکې روژه نيول د ګناهونوکفاره ده.))
مولف : کېداى شی د پېغمبر(ص) له دې ژغورولو مطلب دا وي،چې خلک د شعبان ټوله مياشت روژه نشي .
٧٣٨_ د خداى د رسول پيشنمى او روژه ماتى :
حضرت انس بن مالک(رض) وايي : په روژه ماتي اوپیشنمي کې د خداى د رسول خواړه يو شربت و او ډېر داسې راپېښېدل،چې بې له دې شربته يې هېڅ خواړه نه درلودل او ډېر وخت دا شربت د شيدو و او کله به د پېغمبرخواړه لمده شوې ډوډۍ وه.
امام صادق وايي: د خداى رسول به د کجورو په فصل کې له کجورو سره او د وچو کجورو د فصل پر مهال يې له وچو کجورو سره روژه ماتوله.
امام باقر وايي : د خداى رسول،چې روژه و،که حلوا او يا بل خوږ څيز به يې روژه ماتي ته پيدا نه کړ؛نو له اوبو سره يې روژه ماتوله.
٧٤١_ له ممیزو سره روژه ماتى :
د خداى رسول به پرمميزو هم روژه ماتوله.
له آل محمد روايت دى : پيشنمى کول مستحب دى،ان که له يوشربت سره وي .روايت شوي،چې د پيشنمي غوره خواړه کجوره اوقاووت دي؛ځکه د خداى رسول په پيشنمي کې خوړل .
د خداى د رسول ډېرى خواړه حليم و او کله يې پيشنمي ته هم ساتل .
د روژې مياشت،چې راتله؛نو آنحضرت(ص) ټول اسيران ازادول او بېوزلیو ته يې خيرات ورکاوه .
٧٣٥_ د رمضان په وروستۍ لسيزه کې عبادت :
حضرت علي وايي : د روژې د مياشتې وروستۍ لسيزه،چې رارسېده؛نو د خداى رسول خپله بستره ټولوله اوعبادت ته يې ملا تړله او ،چې د ٢٣مه شپه به شوه ؛نوخپله کورنۍ يې ويخه ساتله او هر يو ته،چې خوب ورتله پرمخ يې ورته سړې اوبه اچولې .
فاطمه بي بي هم د روژې په٢٣مه شپه کې خپله کورنۍ خوب ته نه پرېښووه او داچې د کور وګړو ته يې خوب ورنشي؛نو خواړه یې ورته کم ورکول او له ورځې يې ځان ددې شپې شوګيرې ته چمتو کول او ويل يې: بې برخې هغه دى،چې ددې شپې له خيره بې ګټې پاتې شي.
٧٤٧_ د اختر تر لمانځه مخکې روژه ماتى :
حضرت علي وايي :د کمکي اختر پر ورځ،چې د خداى رسول د اختر د لمانځه لپاره وته؛نو تر وتومخکې پر څو کجورو اوکشمشو یې روژه ماتوله .
٧٤٨_ په اخترونو کې روژه ماتى :
سنت دي،چې د لوی اختر پر ورځ تر لمانځه وروسته او د کمکي اختر پر ورځ تر لمانځه مخکې روژه ماته کړې .
٧٤٩_ د ذي الحجة په مياشت کې روژه :
د خداى رسول د ذي الجحې پر نهمه او په هره مياشت کې درې روژې نيوې .
د رمضان مياشت،چې راتله؛نو د خداى د رسول رنګ به واوخوت، لمونځونه يې زياتول او د خداى درشل ته يې په ډېر تضرع او زارۍ دعا کوله اوله خداى به وېرېدلى و.
آنحضرت(ص) ته به،چې داسې څه راپېښ شول،چې غمجن به يې کړ؛نو په روژې نيوو او لمونځ کولو يې هواروه .
٧٥٢_ د شعبان په مياشت کې روژه :
حضرت علي وايي : د شعبان په مياشت کې د خداى رسول د مياشتې په پيل کې درې ورځې،د مياشتې په منځ کې درې روژې او د مياشت په پاى کې هم درې روژې نيوې،چې رمضان ته دوه ورځې پاتې کېدې؛نو بوزه به شو او بيا يې د رمضان د مياشتې روژې نيوې.
امام صادق وايي : د خداى رسول روژه پر حلوا ماتوله او که نه به وه ؛نو پر کجوره يې ماتوله او که دا دواړه به نه ول؛نو پر سړو اوبو یې روژه ماتوله .
٧٥٤_ پر اوبو او کجورو روژه ماتى :
امام باقر وايي : د خداى رسول پر “اسودين” روژه ماتوله.امام وپوښتل شو،اسودين څه دي؟ ویې ويل: يو يې وچې کجورې او اوبه دي او بل يې تازه کجورې او اوبه دي .
٧٥٥_ پر بوره يا کجوره روژه ماتول :
آنحضرت(ص) پرکجوره روژه ماتوله او که نه به وه ؛نو پر بوره يې دا کار کاوه.
امام صادق وايي : د رمضان د مياشتې وروستۍ لسيزه،چې رارسېده؛ نو د خداى رسول عبادت ته ځای خوشې کاوه،له ښځوسره يې کوروالى نه کاوه اوعبادت ته يې ملا تړله.
دڅښتن د استازي (ص) يو ثابت سنت دا و،چې د مياشتې د ليدو دنده يې پخپله پرغاړه اخسته.
٧٥٨_ د اختر تر لمانځه مخکې فطريه :
امام على وايي : د اختر تر لمانځه مخکې فطريه ورکول سنت دي .
د کمکي اختر د شپې د ماښام او ماڅښوتن تر لمانځه وروسته او د شعبان د مياشتې او د لوی اختر تر لمانځه وروسته او د ذي الحجې د مياشتې له دولسم نه لس لمونځ هغه خوا تکبير وويل دهغوى لپاره،چې په مکه کې نه دي سنت دي .
سعيد نقاشى وايي : امام صادق راته وويل :پوه شه،چې د کمکي اختر پر ورځ تکبیر ويل سنت دي . و مې ويل : کله بايد وويل شي؟ و یې ويل : تر څلورو لمونځونو وروسته تکبير ويل،د ماښام اوماڅښوتن تر لمانځه وروسته،د کمکي اختر پر شپه،د سهار تر لمانځه وروسته او د اختر تر لمانځه وروسته تکبير ويل سنت دي .
حضرت علي وايي : د روژه ماتي ځنډول،د پيشنمي د خوړوو ځنډول او تر روژه ماتي مخکې د ماښام لمونځ کول سنت دي .
امام صادق وايي : د فطر زکات يو صاع ؛يعنې له يوه جنسه درې کیلو ورکړﺉ؛لکه کجورې،مميز يا جوار .
امام صادق وايي: د خداى رسول وويل:((خداى راته شپږځانګړنې خوښې نه کړې او زه هم هغه خپلو ځايناستو او لارويانو ته نه خوښوم ، چې يو يې هم په روژه خوله کنځلې او سپکې سپورې ويل دي .))
د کمکي اختر پر ورځ يو کس امام رضا ته وويل: نن مې په کجورو او د قبر پر خاورناست روژه ماتى وکړ.امام راته وويل:سنت اوبرکت دې سره يو ځاى کړ .
آنحضرت(ص) په يوه ګوټ اوبو يا شيدو يا څو کجورو روژماتى کاوه.
اتلسم څپرکى
امام صادق وايي : پر لومړي سپوږمیز کال د خداى رسول د رمضان په لومړۍ لسيزه کې،پر بل کال د رمضان په دويمه لسيزه کې؛خوتردې وروسته يې تل د رمضان په درېمه لسيزه کې اعتکاف کاوه.
امام صادق وايي : پر دويم سپوږمیز کال د بدر جګړه په رمضان کې راپېښه شوه؛نو د خداى رسول په جومات کې معتکف نه شو او په بل کال د خداى رسول دوه لسيزې معتکف شو،چې يوه لسيزه يې د تېرشوي کال قضا وه.
٧٦٨_ د رمضان په وروستۍ لسيزه کې اعتکاف :
امام صادق وايي : د رمضان وروستۍ لسيزه،چې رارسېده؛نو د خداى رسول ته يې په جومات کې کېږدۍ وهله؛نوپېغمبر(ص) پکې معتکفېده اوعبادت ته يې ملا تړله .
يوسړي امام صادق وپوښت : پېغمبر(ص) دا مهال له خپلو مېرمنو سره لیدل؟ امام : بې له دې،چې له مېرمنو يې لرې شي .
نولسم څپرکى
٧٦٩_ په صدقه ورکولو کې اسراف :
آنحضرت(ص) پخپل وصيت کې حضرت علي ته داسې سپارښتنه وکړه: ……………. شپږم داچې په لمانځه ،روژه او صدقه ورکولو کې له ما لاروي وکړې….خو د صدقې په باب،دومره صدقې ورکولو ته ملا وتړه،چې د کال په اوږدو کې فکر وکړې،چې اسراف دې کړى دی .
امام صادق وايي : د خداى رسول کله هم له ځانه فقير ونه شاړه،که څه يې درلودل ورکول يې او که نه یې لرل؛نو ويل يې:((خداى دې راورسوي .))
امام صادق وايي : موږاهل بيتو،چې څه د خداى په لار کې بښلي وي، بېرته یې نه اخلو.
آنحضرت(ص) وويل :(( زه به څوڅيزونه پرېنږدم: پر بې کتې خره سپرېدل،له مریانو سره پر پوزي ناسته او ورسره خوړل او په خپل لاس بېوزلي ته صدقه ورکول .))
د څښتن استازي(ص) وويل:((چې موږ یې بې برخې کړي يو او ظلم یې راباندې کړى،زموږ د اهل بيتو مړانه په دې کې ده،چې ویې بښو.))
آنحضرت(ص) تر ټولوسخي او بښونکى و،تل يې ورکړه درلوده،چا ترې کنجوسي ونه ليده او کله يې بېوزلی ونه شاړه.
حضرت علي وايي:موږ اهل بيت نامستحقو ته هم بښنه کوو،له دې وېرې ،چې واقعي مستحق رد نه کړو.
٧٧٦— د”نه” ځواب ترې چا وانه ورېد:
حضرت علي وايي : د خداى له رسول،چې څه وغوښتل شو،که اراده یې درلوده،ورکول یې که نه یې درلوده ؛نوغلى به شو؛خو چا ترې د “نه” ټکى وانه ورېد.
٧٧٧_ د مؤمنانو د ستونزو هوارول :
حسن بن علي بن فضال وايي : امام رضا مې وپوښت : هغه مهال،چې حضرت علي خلیفه شو،ولې یې د فدک ځمکه راونه ګرځوله؟ راته یې وويل:موږ اهل بيت د مؤمنانو پالندوی يو،ګټې ته یې حکم ورکوو،حقونه یې له ظالمانو اخلو او هغوى ته يې ورګرځوو،موږ له خپل ځواکه د ځان لپاره ګټنه نه اخلو،يوازې خداى کړاى شي غضب شوي مالونه مو راته راوګرځوي .
شلم باب
حضرت علي وايي : د خداى رسول تل قرآن تلاوتاوه؛خو د جنابت پر مهال يې تلاوت نه کاوه.
حضرت ام سلمه وايي: د خداى رسول،چې قرآن تلاوتاوه؛نو هر آيت يې له بل آيته بېلاوه .
٧٨٠_ هغه آیت،چې فضیلت یې تر زرو آيتونو ډېر دی :
آنحضرت(ص)،چې مسبحات نه ول ويلي؛نو نه ويدېده او ويل يې :((په دې آيتونوکې يو آيت شته،چې فضيلت يې تر زر آيتونو زيات دى .)) ورته وويل شو: مسبحات کوم سورتونه دي؟ پېغمبراکرم(ص) وویل : ((حديد،حشر،صف،جمعه او تغابن))
حضرت جابر(رض) وايي : څو د “تبارک” او د “الم تنزيل” سورتونه یې نه ول،ويلي؛نوآنحضرت(ص) نه ويدېده.
پر آنحضرت (ص) د”سبح اسم ربک الاعلى” آيت ګران و او ویې ويل : ((مکائيل لومړى تن و،چې د سبح اسم ربک الاعلى سورت یې ووايه .))
حضرت ابن عباس وويل : د خداى رسول،چې د “سبح ربک الاعلى” سورت تلاوت کړ؛نو ويل يې : “سبحان ربى الاعلى” .
دا حديث د امام له خولې هم رارسېدلى دی .
٧٨٤_ د خداى پر ځواک د پېغمبراکرم(ص) لېينه :
حضرت ابي امامة وايي : تر حجة الوداع وروسته مې د خداى له رسول سره لمونځ وکړ؛نو د “لااقسم بيوم القيامة” سورت يې ووايه او چې يې د “اليس ذلک بقادرعلى ان يحيى الموتى” سورت وايه؛نو وامې ورېدل،چې ويې ويل : “بلى و اناعلى ذلک من الشاهدين “؛يعنې هو!زه هم پر دې خبره ګواهي ورکوم .
٧٨٥_ د پېغمبراکرم(ص) دعا :
حضرت ابن عباس وايي : دخداى رسول به ،چې د “ونفس وماسواها فالهمها فجورها وتقويها” سورت تلاوت کړ؛نو يوه شېبه دمه به يې وکړه اوبيا يې وويل :(( خدايه!ما ته پرهېزګارى راکړه،زړه مې پاک کړى،اى ترټولو غوره پاکوونکيه)) دا يې په لمونځ کې ويل.
آنحضرت(ص) د قرآن تر لوستومخکې ويل : “اعوذبالله من الشيطان الرجیم .”
امام باقر وايي : په رښتياچې د خداى رسول تر ټولوپه خوږ غږ قرآن وايه.
پېغمبراکرم(ص) وايي:(( جبرائيل راته امر وکړ،چې قرآن په ولاړه تلاوت کړم .))
٧٨٩_ د تلاوت پر مهال غږ راکښل :
امام صادق وايي : مونږ اهل بيت قرآن د ((ابى))په طريقه وايو.
د حضرت قتاده د خولې خبره ده،د خداى رسول،چې د “اليقين” سورت خلاص کړ؛نو ويل يې : ((هو پالونکیه!،زه هم شاهد يم . ))
آنحضرت(ص) چې د ((أَلَيْسَ ذلِكَ بِقَادِرٍ عَلَى أَن يُحْيِيَ الْمَوْتَى – ايا دغسې [خداى] نشي كړاى چې مړي بيا را ژوندي كړي؟!)) (قيامت /۴۰ ) وایه؛نو ویې ويل:(( خدايه ! ته له هر ډول عيب اونيمګړتيا پاک يې ،هو! ته کړاى شې،چې مړي راژوندي کړې .))
٧٩٣_ د تلاوت پر مهال دپېغمبراکرم(ص) ژړا:
په روايت کې راغلي : آنحضرت(ص) ،چې دا آيت وایه ؛نو بې واکه به په ژړا شو. آيت دادى : ته اى زما رسوله ! به هرکارکې ، چې يې او د قرآن هر آيت ووايې اوهر عمل وکړې؛نوپه هرکارکې چې ډوب شې ؛نومونږ پرې ګواه يو ، ديوې ذرې هرمره څيز هم ، چې په اسمانونو اوځمکه کې دى له خداى نه دى پټ نه دى اوهر وړوکى اوترې غټ څيز په ښکار حق کتاب کې ثبت دي .
آنحضرت(ص) د “قل هوالله احد” تر هر آيت وروسته مکث کاوه.
٧٩٥_ په لمونځ کې د “حريم” او د “طلاق” د سورت ويل :
څوک،چې په خپلو فرضو لمونځونو کې د طلاق او حريم سورتونه ووايي ؛نو خداى به يې له هغوى وګرځوي،چې د قيامت پر ورځ به وېرېدلي او غمجن وي اوددې دوو سورتونو د تلاوت په پار به يې خداى د دوزخ له اوره وساتي اوجنت ته به يې ورننباسي؛ځکه دا دوه سورتونه په پېغمبر(ص) پورې اړه لري .
حضرت ابن عباس وايي : چې د خداى په رسول د قرآن آيت نازلېده ؛نو د هغې په حفظولو کې یې بيړه کوله،چې دا آيت نازل شو((لاَ تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ))
تر دې وروسته،چې جبرائيل کله هم پېغمبر(ص) ته راتله ؛نو هماغسې قرائت يې کاوه ،چې خداى ته يې ژمنه ورکړې وه .
٧٩٨_ د سورتونو پاى :
آنحضرت(ص) د سورتونو پاى نه پېژنده،چې بسم الله الرحمن الرحيم نازل شو.
په قمي تفسيرکې راغلي : آنحضرت(ص) په کورکې ناست و او د قرآن تلاوت يې کاوه.
يوويشتم څپرکى
آنحضرت(ص)وايي : ((جبرائيل راته امرکړى،چې قرآن پر ولاړه ووايم ، چې په رکوع کې د خداى حمد او په سجده کې يې تسبيح او پر ناسته دعا وکړم .))
پېغمبراکرم(ص) د دعا پرمهال خپل لاسونه پورته کول او د يو فقير په څېر،چې ډوډۍ غواړي زاري يې کوله .
٨٠٢_ هندارې ته د ليدو پر مهال دعا :
حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې هندارې ته کتل،داسې یې ويل : (( د خداى شکرونه اوستاېنه ده،چې زما پيدايښت يې بشپړ کړ او زما څېره يې ښکلې پيدا کړه او د نورو د نيمګړتياوو پر وړاندې يې راته ښايست راوباښه او د اسلام لارښوونه یې راته وکړه او د نبوت له لارې یې راباندې منت کېښود.))
امام صادق وايي : د خداى رسول،چې هندارې ته کتل؛نو ويل يې : (( د خداى شکرونه او ستاېنه ده،چې ښکلى يې پيدا کړم او د نورو د نيمګړتياوو پر وړاندې يې ښايست راکړ.))
په سفرونو کې،چې آنحضرت(ص) پرڅه سپور و؛نو درې ځل يې الله اکبر او د ((سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ)) آيت يې ترپایه لوسته او ویل یې :(( خدايه!په دې سفرکې له تا نېکي او پرهيزګاري غواړم اوهغه کار له تا غواړم،چې د خوشحالۍ لامل دې ګرځي . خدايه!دا سفر راته اسان او لرېوالى يې راته نږدې کړه . خدایه! ته په سفر کې له موږ سره او په کورونو کى مو ځايناستى يې،خدايه! د سفر د غم او کړاو او د کور د غم اوخپګانه پناه دروړم .))
چې له سفره راستنېده؛نو ويل يې :((حال داچې خداى ته مې توبه کړې، عبادت او مننه یې کوم ،چې خپل کور ته راستون شوم .))
آنحضرت(ص)،چې په سفر کې و اوشپه رارسېده؛نو ويل یې : (( اى ځمکې!زما او ستا پالونکی خدای دی، ستا له شره او د هرهغه څه له شره ،چې پرتا روان دى،خداى ته پناه وړم او همداراز د هر داړونکي ، چيچونکي مار او لړم او د هر موجود له شره ،چې په دې دښته کې دي خداى ته پناه وړم .))
٨٠٦_ د نويو جامو اغوستو پر مهال دعا :
د څښتن استازي(ص)،چې نوې جامې اغوستې؛نو ويل يې : ((د هغه خداى شکر او ستاېنه ده،چې پر هغه څه يې وپوښلم،چې پرې خپل عورت پټ کړم او په خلکو کې پرې ځان سینګار کړم .))
٨٠٧_ د نوي جامو اغوستو پر مهال د خداى ستاېنه :
آنحضرت(ص)،چې جامې له تنه ايستې؛نو له کيڼ اړخه يې ايستې او د جامواغوستوپرمهال يې د خداى ستاېنه او شکر کاوه.بيا يې يو بېوزلی راغوښته او زړې جامې يې ورکولې او ويل یې :(( که چا د خداى د رضا لپاره يو بېوزلي ته خپلې جامې ورکړې؛نو که د جامو خاوند ژوندى وي که مړ،څو دا جامې د بېوزلي په غاړه وي؛نو د جامو خاوند به د خداى په پناه کې وي .))
پېغمبراکرم(ص)،چې کله نوې جامې واغوستې؛نوپاڅېده اومخکې له دې،چې له کوره ووځي، ويل یې :((خدايه! ستا له لارې مې ځان وپوښه اوتا ته مخه کوم او ستا پر رسۍ منګولې لګوم،پر تا مې توکل دى، خدايه! ته مې ډاډ او هيله يې،خدايه!مهمات مې کافي کړې او څه ته مې چې پام نه وي او ته پرې ښه پوهېږې،راسره پکې ملاتړى شې، بې له تا بل خداى نشته ،خدايه! تقوا مې د لارې توښه کړې او و مې بښه او هر لوري ته مې،چې مخه کړه،خيراوښېګڼه راپېښه کړې )) دا يې ويل او بيا په خپل کار پسې وته.
٨٠٩_ له غونډې د پاڅېدو پرمهال دعا :
آنحضرت(ص)،چې له کومې غونډې پاڅېده؛نو داسې يې ويل :(( خدايه!ته له هر ډول عيب اونيمګړتيا پاک يې،حمد او ستاېنه يوازې ستا ده،شهادت ورکوم،چې بې له تا بل خداى نشته له تا بښنه غواړم اوتا ته درستنېږم .))
٨١٠_ جومات ته د ننووتو او وتو دعا :
حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې جومات ته ننووت؛نو ويل يې : “اللهم افتح لى ابواب رحمتک ؛خدايه!د رحمت ورونه راخلاص کړې” او د وتو پرمهال يې ويل :”اللهم افتح لى ابواب رزقک؛خدايه د روزۍ ورونه راخلاص کړې .”
٨١١— جومات ته د ننووتو پرمهال دعا :
حضرت فاطمه بي بي وايي : د خداى رسول، چې جومات ته ورننووته ؛ نو ويل يې :(( د خداى په نامه او خدايه! پرمحمد او آل يې درود ووايه ، ګناهونه مې وبښې او د رحمت ورونه راخلاص کړې.)) او له جوماته د وتو پرمهال يې ويل :(( د خداى په نامه ،خدايه! پر محمد او آل يې درود ووايه،ما وبښه او د فضل اوکرامت ورونه راخلاص کړه.))
پېغمبراکرم(ص)،چې ويدېده؛نو پر ښي اړخ ويدېده،ښى لاس يې تر مخ لاندې ايښووه اوبيا يې ويل :((خدايه! پرهغه ورځ مې وساتې،چې بندګان دې له قبرونو راپاڅوې .))
پېغمبراکرم(ص)د ويدېدو پرمهال آيت الکرسي ويله او ويل يې : ((جبرائيل راغى،ويې ويل : محمده!چې ويده کېږې؛نو پيريان درباندې جادو کوي؛نو تر ويدېدو مخکې آيت الکرسي وايه .))
چې آنحضرت(ص) ته يې دسترخوان خپور کړ؛نو ويل یې : ((خدايه! ته پاک يې! هغه څومره ښکلي دي،چې موږ پرې ازمېيې، ته پاک يې، هغه نعمتونه څومره ډېر دي،چې رابښلي دې دي،ته پاک يې،څومره نعمتونه دې رابښلي،خدايه!موږ،مؤمنو او مسلمانوبېوزلیو ته پراخه روزي ورکړې .))
آنحضرت(ص) ته يې چې دسترخوان هوار کړ؛نو ويل یې : (( د خداى په نامه،خدايه!دا نعمتونه راته له مشکوره نعمتونو وګرځوې او د جنت له نعمتونو سره يې يو ځاى کړې .))
٨١٧_ خوړو ته د لاس نږدې کولو پر مهال دعا :
پېغمبراکرم(ص)،چې خوړو ته لاس وراوږداوه؛نو ويل يې : (( د خداى په نامه،خدايه!څه چې دې روزي راکړې،برکت پکې واچوې او پر ځاى يې نوره روزي راکړې .))
٨١٨— د دسترخوان ټولولو پرمهال دعا :
امام باقروايي : د خداى د رسول له مخې يې،چې خواړه ټولول؛نو ويل یې :(( خدايه! ډېر نعمتونه دې راکړل،هغه دې پاک کړل،برکت دې پکې واچاوه،موږ دې ماړه کړو،د هغه خداى ځانګړې ستاېنه ده،چې روزي يې راکړه؛خوپخپله روزۍ ته اړمن نه دى .))
٨١٩_ د خوړو او شيدو څښلو پرمهال دعا :
امام باقر وايي : د خداى رسول،چې څه خوړل يا څښل؛نو ويل يې : ((خدايه په دې خوړو کې برکت واچوې او ترې غوره راکړې .))
د شيدوڅښلو پر مهال يې ويل : ((خدايه!دا شيدې راته مبارک کړه او له هغې مې رزق زيات کړه.))
پېغمبراکرم(ص)،چې کپ خولې ته کاوه؛نو ويل يې:((خدايه!ستاېنه اوشکر ستا دي،چې خواړه دې راکړل او پر اوبو دې ماړه کړو،زه دې شکر باسم؛ دهغه چا شکر،چې ستا د نعمتونو شکر نه باسي او او له تامړه خوا نه دى .))
٨٢١_ د تازه ميوې د ليدو پرمهال دعا :
حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې تازه مېوه ليده؛نوهغه يې ښکلوله او پرسترګواو خوله يې کېښووه او بيا يې ويل :(( خدايه لکه څنګه چې ددې ميوې د ليدو په پيل کې دې په روغتيا کې راښووه ؛نو په پاى کې يې هم په روغتيا کې راوښيه .))
آنحضرت(ص)،چې تشناب ته ننووت؛نو داسې يې ويل : ((خدايه ! ،د پليد،نجس ،خبيث اوناپاکه شيطان له شره پناه دروړم . خدايه!غم اوخپګان رانه لرې کړې او له رټل شوي شيطانه پناه راکړه.)) او چې اودسماتي ته کېناسته؛نو ويل یې : ((خدايه!خپګان او ناپاکي رانه لرې کړې او له پاکانو مې کړې .))
دمدفوع د وتو پرمهال يې ويل :((خدايه! لکه څنګه،چې دې د روغتيا په حالت کې پاک خواړه راکړل؛نو د روغتيا په حالت کې يې رانه فضولات هم وباسه.))
پېغمبراکرم(ص)،چې تشناب ته تله؛نو کله يې داسې هم ويل : ((د هغه خداى ستاېنه اوشکر دى،چې د انسان ساتونکى او د اړتياوو يې پوره کوونکى دى .))
٨٢٤_ له تشنابه د راوتوپر مهال دعا :
له تشنابه،چې راوته؛نو لاس يې پرګېډه راکښوده او ويل یې :((د هغه خداى شکر او ستاېنه،چې د خوړو کړونکي فضولات يې له رانه وايستل او له خوړو پاتې قوت يې راکې پرېښود،دا ستر نعمت دى،چې څوک یې هم په اندازه کولو وسمن نه دی .))
٨٢٥_ له هديرې د تیرېدو پر مهال دعا :
له هديرې د تېرېدو پرمهال يې ويل : (( د مؤمنانو له اړخه دې پر تاسې سلام او درود وي،موږ به هم هله له تاسې سره یوځای شو،چې خداى غوښتل .))
امام صادق وايي:د خداى رسول له ځينو يارانو سره دبقیع هديرې ته تله اودرې ځل يې ويل ،(( السلام عليکم يااهل الديار)) سلام دې وي پرتاسې،چې ويده ياست . درې ځل يې ويل:(( رحمکم الله )) پرتاسې دې د خداى رحمت وي .
٨٢٧_ د خوشحالۍ پرمهال دپېغمبراکرم(ص) دعا :
امام صادق وايي : هره خوشحالونکې خبره،چې د خداى رسول ته رارسېده؛نو ويل يې: ((الحمدالله لله على هذه النعمه ،ستاېنه او شکر د هغه خداى دى،چې دا نعمتونه يې راکړل .)) او چې خپه به شو؛نو ويل يې: ((الحمدالله على کل حال ،په هرحال کې د خداى شکراوستاېنه ده.))
٨٢٨_ د خوښ څيز د ليدو پر مهال دعا :
د آنحضرت(ص)،چې څه خوښ وو او و به يې ليد؛نو ويل یې: (الحمدالله الذى تتم الصالحات ،حمد او ستاېنه ځانګړې د هغه خداى ده،چې پر خپل نعمت يې نيمګړى خلاص کړى .))
امام زين العابدين وايي : د خداى رسول،چې به اذان واورېد؛نو په موذن پسې يې اذان وايه؛خو موذن،چې ((حى على الصلاة))،((حى على الفلاح )) او ((حى على خيرالعمل)) ته ورسېد؛نو دخداى رسول به ويل:(( لاحول ولاقوة الابالله )) او چې لمونځ به وشو؛نو د خداى رسول به دا دعا ويله :((اللهم رب هذاالدعوة التامه والصلاة القايمه اعطا محمداً رسوله يوم القيامه،وبلغة الررجة الوسيله من الجته وتقبل شفاعة فى امته- خدايه! دا بشپړه بلنه او لمونځ پاى ته ورسېد،د قيامت پر ورځ د محمد اړتيا اوغوښتنې پوره کړې اوپه مرتبه او درجه یې جنت ته ورسوه او د امت په باب يې شفاعت قبول کړه.))
٨٣٠_ د ماښام په وروستي رکعت کې دپېغمبر(ص) ذکر :
حضرت علي وايي: د خداى رسول د ماښام د لمانځه په درېم رکعت کې داسې ويل : (( ربنالاتزع قلوبنا بعد اذهديتنا وهب لنا من لدنک رحمه انک انت الوهاب-خدايه! زړونه مو تر هدايت وروسته بېرته وانه ړوې ، پر موږ ورحمېږه ؛ځکه يوازې ته بښنونکى يې .))
٨٣١_ د وترو د لمانځه په قنوت کې د پېغمبر(ص) ذکر:
د خداى رسول به ٧٠ ځلې د وترو په لمانځه کې اسغفارکاوه او بيا يې ويل :(( دا د هغه چا مقام دى،چې له اوره پناه دروړي.))
پېغمبراکرم(ص) د وترو د لمانځه په قنوت کې ويل:((خدايه !ما له هغوى کړې،چې تا ورته لارښونه کړې او بښلي دې دي اوله هغوى مې کړې،چې تا يې د کارونو پالندویي په غاړه اخستې او څه چې دې راکړي،پکې برکت واچوه او له هغه شره مې وساتې،چې راته دې تقدیر کړى،يوازې ستا حکم دى،چې پلي کېږي اوڅوک هم حکم نشي درکولاى،ته له هرعيب اونيمګړتيا پاک يې .د کعبې پالونکیه! بښنه درنه غواړم او درستنېږم،پر تا ايمان لرم او توکل مې پر تا دى ، بې له تا هېڅ ځواک پاتې کيدونکى نه دى ، اى مهربانه خدايه .))
پېغمبر اکرم(ص) د روژه ماتي پر مهال ويل :((اللهم لک صمنا،وعلی رزقک افطرنا، فتقبله منا – خدايه!تا لپاره مو روژه ونيوه او ستا پر راکړي رزق مې ماته کړه؛نو روژه مو قبوله کړه،تنده ماته شوه،د بدن رګونه ډک شول؛خو د روژې ثواب پرځاى پاتې دی .))
امام باقر وايي: د خدای رسول تر لمانځه وروسته چهار زانو کېناسته،ښې لاس یې پر سر کېښود او ویل یې : ((د هغه خدای په نامه، چې بې له هغه بل خدای نشته،چې له پټ او ښکاره هر څه خبر دی . خدایه ! پر محمد او آل یې درود ووایه او غم او خپګان رانه لرې کړه.))
۸۳۵- محمد بن فرج وايي : امام رضا راته په یو لیک ولیکل،چې د خدای رسول تر لمانځه وروسته دا دعا کوله : ((خدایه! زما تېر شوي او راتلونکي،پټ او ښکاره ګناهونه وبښه او همداشان له حده تېریدنې مې هم وبښه او هغه مې وبښې،چې ته پرې ښه خبر یې . خدایه د کارونو پرمختګ او شاتګ ستا په لاس کې دی، بې له تا بل خدای نشته. خدایه! تا ته دې په خپل غیبي علم او پر هغه واک او ځواک قسم درکوم،چې پر خپلو مخلوقاتو یې لرې،پوهېږې،چې دا ژوند راته ښه دی؛نو ژوندى مې پرېږده او چې پوه شوې، مړینه مې تر ژونده غوره ده؛ نو مړ مې کړه. خدایه! له تا غواړم،چې په پټه او ښکاره راکې له تا وېره واچوې او د خوشحالۍ او غم پر مهال د حق په ملګرتیا کې راسره ملاتړی شې او په شتمنۍ او فقر کې منځګړتوب ته مې اړ کړې .خدایه! زه له تا هغه نعمت غواړم،چې خلاصېدونکی نه وي او د سترګو داسې رڼا درنه غواړم،چې پرې نشي او له تا غواړم،چې په حتمي قضا کې له ما راضي او خوشحاله شې او تر مړینې په وروسته ژوند کې مې برکت واچوې او راته يې خوږ کړې او تا ته په ليدو کې راته خوند واچوې او ستا د ليدو وياړ ته مې هيلمن کړې،بې له دې،چې پر دې لار رانه بې لاسوونکى ازمېښت واخلې او يا سخته راباندې راوړې . خدايه په کارونو کې ثبات ،عزم او استقامت راپه برخه کړې . خدایه له تا پاک زړه او رښتینې ژبه غواړم او له تا بښنه غواړم ؛ځکه ته له پټ اوښکاره خبر يې.))
٨٣٧_ د سهار تر لمانځه وورسته دعا :
پېغمبراکرم(ص)،چې د سهار لمونځ وکړ؛نو پر لوړ غږ يې دا دعا کوله، چې نورو يارانو يې هم اورېده : ((خدايه هغه دين وساتې،چې زما د ساتلو وسيله دې ګرځولى دى .))
او درې ځل يې وويل : ((خدايه !په کومه دنيا کې،چې اوسېږم،راته يې اصلاح کړې .))
او درې ځل يې ويل : ((خدايه ورستنېدل مې آخرت ته دي راته يې ښه کړې .))
درې ځل يې ويل :(( خدايه! له غوسې دې رضا ته او له سزا دې بښنې ته پناه وړم .))
او په پاى کې يې ويل :((خدايه پناه دروړم،څه چې راوبښې ؛نو څوک يې مخه نشي نيوای او د څه چې مخه ونيسې؛نوڅوک يې نشي راکولای او د هر هڅه کوونکي هڅه بې له تا ګټه نه لري .))
آنحضرت(ص)،چې د سهار لمونځ وکړ؛نو ويل یې : ((خدايه ! غوږونه او سترګې مې راته ګټورې کړې او هغه دواړه مې وارثان کړې او د خپلو سترګو په مخ کې مې له دښمنه غچ واخلې .))
٨٤٠_ د ماسپښين تر لمونځ وروسته دعا :
حضرت علي وايي : د خداى د رسول د ماسپښن تر لمونځ وروسته يوه دعا دا وه :(( بې له بښونکي او باګذشته خداىه بل خداى نشته،ټولې ستاېنې او شکرونه خداى ته ځانګړي دي . خدايه زه له تا رحمت ،برات، بښنه، ښېګڼه،خير،روغتيا او د هرې ګناه بښنه غواړم . خدايه! ټول ګناهونه مې وبښې،ټولو خپګانونه مې لرې کړې،ټولې ناروغۍ مې ورغوې،ټول عيبونه مې پټ کړې،روزي مې پراخه کړې او هغه وکړې، چې زما پکې خير او ستا پکې رضا وي ،اى ترټولومهربانه! آمين .))
٨٤١_ په سجده کې د پېغمبر(ص) دعا :
پېغمبراکرم(ص)،چې تندى د سجدې لپاره پرځمکه کېښود؛نو ويل یې: (( خدايه! زما په نزد زما له ګناهونو ستا رحمت ستر دى او ستا رحمت ته هيله له اعمالو مې ډېره ده ؛نو خدايه! ګناهونه مې وبښه،اى هغه ژونديه،چې مرګ او نيستي ستا لپاره نه ده .))
٨٤٢_ له لمانځه د راستنېدو پر مهال دعا :
پېغمبراکرم(ص) چې له لمانځه راستون شو؛نو تندى به يې پر ښي لاس مسح کړ او ويل یې : ((خدايه!ټولې ستاېنې ستا دي، بې له تا بل خداى نشته،چې له ښکاره او پټو خبر وي . خدايه!پټې اوښکاره فتنې او غمونه رانه لرې کړه. )) او بيا يې وويل : ((په امت کې،چې مې چا دا کار وکړ؛نو څه يې چې له خداىه وغوښتل؛نو ور به يې کړي .))
٨٤٣_ تر هر لمانځه وروسته دعا :
حضرت انس بن مالک(رض) وايي : پېغمبر(ص) تر لمانځه وروسته ويل : (( خدايه!له هغې پوهې پناه غواړم،چې ګټه نه لري،له هغه زړه،چې خشوع نه لري،له هغه نس،چې ډ ک نشي او له هغې دعا چې ونه منل شي،خدايه زه له دې څلورو څيزونو پناه غواړم .))
٨٤٤_ د نوي کال پرمهال د پېغمبر اکرم دعا :
پېغمبر(ص) به د محرم پر لومړۍ ورځ دوه رکعته لمونځ کاوه او تر لمانځه وروسته به يې لاسونه پورته کړل او درې ځل يې دا دعا وويله : (( خدايه!ته پخوانی معبود او دا کال نوى دی؛نو خدايه! په دې کال کې له تاغواړم،چې د شيطان له شره مې خلاص کړې،پر اماره نفس مې برلاس کړې او پر هغه مې بوخت کړې،چې تا ته مې در نژدې کوي . کريمه! د جلال او اکرام خاونده! اى د هغوتکيه،چې ډډه نه لري،اى د هغو د چغو اورېدونکيه،چې اورېدونکی نه لري،اى د هغوى پناه ،چې پناه نه لري،اى د هغوى خزانې،چې خزانه نه لري،اى نېک بښونکيه،اى سترې هېلې،اى د بېوزليوعزته،اى د پوپنا شويو ژغورونکیه، اى د هلاک شويو ژغورونکيه،اى احسان کوونکيه،ته هغه خداى يې،چې د شپې تياره،د ورځې رڼا، د سپوږمۍ او لمر ځلا، د اوبوغږ،د اورونو غږ ټول تا ته سجده کوي . خدايه ! ته شريک نه لرې . خدايه موږ تر هغه غوره کړې ،چې خلک مو په باب فکر کوي او هغه ګناهونه مو وبښه،چې څوک ترې خبرنه دي ،خداى چې مو مل وي ؛نو همدا راته بس دى او په خدای مې توکل دی . هغه د سترعرش خاوند دی ،زه پرهغه ايمان لرم او له دې خبرې بې له هوښياراونو بل څوک خبر نه دي،چې ټول کارونه د خداى له لوري دي،خدايه زړونه مو ونه خوځوې،راباندې ولورېږه،چې يوازې ته بښونکى يې .))
٨٤٥_ د شعبان په پینځلسم د پېغمبر(ص) دعا :
پېغمبراکرم د شعبان په پینځلسمه شپه دا دعا کوله : ((خدايه! په زړونو کې مو له تا دومره وېره واچوې،چې د ګناه د مخنيوي لامل وګرځي او په دومره عبادت مې بوخت کړې،چې ستا د رضا لامل وګرځي او دومره يقين راوبښې،چې د دنيا ټولې سختۍ رااسانې شي،خدايه! څو ژوندي يو ؛نو سترګې،غوږونه او ځواک مو ګټور کړې او زموږ وارثان یې وګرځوې،له دښمنانو مو غچ واخله او پرې مو برلاسي کړه،خدايه په دين کې مو غم رانه وړې او دنيا راته غم او د علم پاى ونه ګرځوې او هغوى راباندې برلاسي نه کړې،چې راباندې رحم نه لري ؛نو ستا رحمت ته هيلمن یم، اى تر ټولومهربانه.))
٨٤٦_ د شعبان په پینځلسمه دپېغمبر(ص) بله دعا:
د پېغمبر(ص) د يوې مېرمنې د خولې خبره ده،چې پر هغه شپه زما وار و؛ نو د خداى رسول له بسترې داسې پاڅېد،چې پرې پوه نه شوم،راپاڅېدم ؛نو ښځينه غيرت مې راوپارېد او فکر مې وکړ،چې ګنې د خداى رسول د بلې ښځې کوټې ته تللى،ناڅاپه مې پرې سترګې ولګېدې،چې د خداى رسول د جاموپه څېر پرخاورو پروت دى او په سجدى کې وايي : (( خدايه!تل ستا د درشل فقير يم،اړمن دې يم،تل له تا وېرېږم او له تا پناه غواړم!نوته مې هم نوم د نېکانو له ليسته ونه باسې،په جسم کې مې بدلون را نه وړې،په سختوازمېښتونو کې مې ښکېل نه کړې او ومې بښې .))
بيا يې وويل : د خداى رسول له سجدې سر راپورته کړ او بېرته سجدې ته ولاړ او دا ځل يې په سجده کې وويل : ((خدايه! جسم او روح دواړه مې درته پر سجده دي او زړه مې پر تا ايمان لري او داهماغه دواړه جنايت کونکي لاسونه دي (چې تا ته په سجده دي) ستره خدايه !چې د هر ستر کار د کولو هيله يوازې له تا کېدای شي، ستر ګناهونه مې وبښه، چې بې له ستر خداىه بل څوک د سترو ګناهونو د بښلو قدرت نه لري .)) سر یې له سجدې راپورته کړ او بيا سجدې ته ولاړ،وامې ورېدل،چې ويې ويل:(( خدايه،ستا له عذاب،غضب او سزا څخه ستا ګذشت،بښې، رضا،خوشحالۍ اوعفوې ته پنا دروړم . هو څښتنه! له تا څخه تا ته پناه دروړم،ته هماغه يې ،چې خپله ستاېنه دې وکړه او تر دې ډېر ستر يې،چې خلک فکر کوي .))
له سجدې یې سر راپورته کړ او په څلورم ځل بیا په سجده شو،و يې ويل : ((خدايه! ستا د وجهې له رڼا پنا دروړم،چې اسمانونه او ځمکې پرې روښانه شوې،تيارې پرې له منځه تللي او لومړنۍ او وروستۍ چارې دې پرې سمې کړي،له دې وېرې،چې غضب دې راباندې رانازل نه کړې يا داچې عذاب دې رانازل نشي،خدايه! د نعمت د ورکېدو،د ناڅاپه عذاب،له ناروغۍ او ستا له غوسې اوعذابه پناه غواړم،خدايه! پر هغه چې کړاى شي ومې رټې اوهېڅ داسې ځواک نشته ؛خو داچې ستا د سپيڅلې ذات پواسطه به وي .))
دخداى رسول مې ،چې پردى حال وليد؛نو پرخپل حال پرېښود اوحال داچې ساه مې تله راتله،کوټې ته مې راغلم،پېغمبر هم راغى او ويې ويل: ((ولى دې ساه ځي راځي؟))
ورته مې وويل :زه په تاسې پسې درووتم اوستاسې کړه مې وليدل .
پېغمبراکرم وویل:((خبره يې،چې نن د څه شپه ده؟نن د شعبان د پینځلسمې شپه ده،چې پکې د انسان اعمال،روزي او د مرګ اجل ټاکل کېږي، خداى په دې شپه کې د ټولوګناهونه بښي؛خو مشرک، باجګير،بې رحمه ، شرابخو،څوک،چې پخپله ګناه ټينګار کوي،بې ځايه ګړېدونکى،غيب ويونکى او کاهن په دې شپه نه بښي .))
٨٤٧_ د نوې مياشتې د ليدو پر مهال د پېغمبر(ص) دعا :
حضرت علي وايي: د خداى د رسول سترګې،چې به د سپوږمۍ په هلال ولګيدې؛نولاسونه يې پورته کول او ویل یې : ((د خداى په نامه.خدايه!
ددې مياشتې هلال راته د ايمان او روغتيا له امنيت سره يوځاى کړې او اسلام راته ګټور شي(او اى سپوږمۍ ) زما او ستا پالونکی هماغه ایکي يوخداى دی .))
٨٤٨_ د روژې د مياشتې د ليدو پرمهال دعا :
حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې د روژې د مياشت سپوږمۍ وليده؛نومخ په قبله درېده،ويل یې:((خدايه ددې مياشتې هلال راته د امنيت ايمان،روغتيا،پر اسلام د عمل،نېک عاقبت او د ناروغيو پر وړاندې د دفاع او د لمونځ ، روژې او د قرآن د تلاوت مياشت وګرځوې، خدايه!توفيق راکړې،چې ددې مياشت اعمال ترسره کړو او دا مياشت رانه خوشحاله کړې او راته پکې روغه سټه هم راکړې او څو دا مياشت په خير پای ته رسي،چې په خير دې بښلي يو.))
امام صادق و ايي : د خداى رسول هره ورځ د خپل بدن د رګونوهومره ؛ يعنې ( ٣٦٠) ځل د خداى ستاېنه کوله اوويل يې : ((الحمدالله رب العالمين کثیراً على کل حال – په هر حال کې ډېره ستاېنه د نړۍ پال خدای ده. ))
پېغمبراکرم وويل :(( د بني آدم په بدن کې ٣٦٠ رګونه دي،چې ١٨٠ رګونه يې متحرک یا خوځنده او ١٨٠ يې ساکن دي؛نو که متحرک رګونه ساکن او ساکن متحرک شول؛نو انسان ته به خوب ور نشي.))
ځکه پېغمبراکرم د ورځې ٣٦٠ ځل ويل :(( الحمدالله کثيرا ًعلى کل حال)) او شپه،چې رارسېده ؛نو هماغومره يې بيا پورتنى ذکر وايه.
حضرت علي وايي : لمر،چې راوخوت ؛نو د خداى رسول ٣٦٠ ځل ويل : ((الحمدالله رب العالمين طیباً على کل حال))
٨٥٢_ د سهار او ماښام پرمهال د پېغمبر(ص) ذکر:
چې امام زین العابدین یې يزيد ته یووړ؛نو يزيدهغه خپلې مخې ته ودراوه اوغوښتل يې،چې ترې خبرې وباسي او د همدې خبرو په پلمه د امام سجاد سر هم غوڅ کړي .امام زين العابدين يې هم ټولې پوښتنې ځواب کړې،حال داچې وړې تسبيح يې په لاس کې وې اوهغه يې اړولې : يزيد وپوښتل : ولې د ځواب راکولو پرمهال بې پروا تسبيح اړوې ؟
امام ورته وويل : پلارمې له نېکه روايت کړي،د خداى رسول، چې د سهار لمونځ خلاص کړ؛نوتر هغې يې له چا سره خبرې نه کولې،څو يې تسبح نه وې راخستې او داسې يې نه و ويلي : خدايه! سهار دې کړ،حال داچې د تسبو د دانو د شمېرهومره دې ستاېنه او يادونه کوم .
بيا امام زين العابدين وويل : نيکه مې د خداى رسول،چې دا ذکر ووايه؛نوتسبيح يې اړولې او ورځني کارونه او له خلکو سره خبرې يې پيل کړې او ويل يې : ((ددې کار له لارې د تسبو د اړولو دانوهومره د انسان لپاره د خداى ذکر شمېرل کېږي او دا کار خداى ته د پناه وړو وسيله ده اوچې د خوب لپاره بسترې ته ولاړ؛نو تسبيح يې راخستې او پورتنى ذکر يې کاوه او بيا يې تسبې تر خپل سر لاندې کېښوې او ويل یې:د دې کار له لارې تر سهاره د انسان په کړنليک کې د انسان لپاره ذکرليکل کېږي .
بيا امام سجاد، يزيد ته وويل : ځکه تسبې اړوم،چې د خپل نيکه سنت مي دی .
يزيد د امام د ځوابونو تر اورېدو وروسته،ډېر وويل :تل مې،چې له تاسې سره خبره کړي؛نو پايله يې ستاسې ګټه وه.
يزيد د امام له وژولو تېر شو او حکم یې وکړ،چې له پښو يې ځنځيرونه پرانځئ .
د سردرد پرمهال د خداى رسول لاسونه اسمان ته پورته کړل او سورت حمد اومعوذتين يې وويل؛نو ناروغي يې ختمېده.
٨٥٤_ د تبې او نورو دردونو لپاره دعا :
پېغمبراکرم(ص) د تبې اوشپې پر مهال داسې وويل:(( خدايه!زه د هغه رګ له شره،چې وينه پکې په شدت روانه ده او د دوزخ د اور له شره پناه غواړم .))
٨٥٥_ د تبې تعويذ :
حضرت علي وايي: د خداى رسول سختې تبې ونيو،جبرائيل ورته راغى او ورته يې داسې تعويذ وليکه :((بسم الله ارفيک ،بسم الله ،اشفيک من کل داويوذيک،والله ستافيک،بسم الله خذها فلتهنېک،بسم الله الرحمن الرحيم،و را اقسم لمواقع النجوم وانه لقم لوتعلمون عظيم ،لتبران باذن الله عزوجل- د خداى په نامه دې تعويذ او درته پناه درکوم،د خداى په نوم دې هر کړونکى درد نه ښه کوم اوخداى شفا ورکونکی دی،د خداى په نامه دا تعويذ واخله،چې پکې له تا لپاره ښېګڼه ده،د لوى بښونکي خداى په نامه،د شوروپرجايګاه قسم،په رښتيا،يو ستر قسم دى،چې بايد د خبر پر امر ښه شې .))
د خداى د رسول تبه ښه شوه اوجبرائيل ته يې وويل : ډېرښه تعويذ و.
جبرائيل : دا تعويذ د اوم اسمان له خزانو و.
٨٥٦_ د جادواو سحر لپاره د پېغمبر(ص) دعا اوتعويذ :
د حضرت ابن عباس د خولې خبره ده : لبيد بن اعصم د خداى پر رسول جادو وکړاوهغه جادو يې د بني زايق په څاه کې پټ کړ،د خداى رسول ډېر ناروغ شو؛نو هغه مهال و،چې د خداى رسول ويده و؛نو دوه پرښتې د خداى د رسول پښو ته اودوه يې سرته کېناستې او هغه يې له جادو خبرکړ،چې جادو د فرمادونى په غوټۍ کې تر يوه کاڼي لاندې د ذوران په څاه کې ايښوول شوى،د خداى رسول له خوبه راپاڅېد او حضرت علي ،حضرت زبيراوحضرت عمار يې په هغه جادو پسې ولېږل ،چې راويې باسي .
حضرت علي هم له خپلو ملګروسره هغه راايستل او د خداى رسول ته يې راوړل.د کجوسى په غوټه کې د پېغمبر(ص) د سر وېښتان،چې د ږمنځولو پرمهال تويې شوي ول، د پېغمبر(ص) د ږومنځې له څو غاښونو سره ول،چې همدا مهال د خداى پر رسول د((قل اعوذ برب الفلق)) او((قل اعوذبرب الناس )) سورتونه نازل شول؛نو د خداى رسول،چې دا سورت تلاوت کړ؛نو د وېښتانوغوټې په يوبل پسې خلاصې شوې او پېغمبر(ص) هم روغ رمټ شو،جبرائيل هم د خداى رسول ته په لاندې ټکيو تعويذ وکړ. ((بسم الله ارقيک من کل شى يوذيک من حاسد وعين والله یشفیک)) د خداى په نامه د هر حسود له شره او بدې سترګې دې تعويذوم،خداى دې شفا درکړي.
٨٥٧_ د يهودۍ ښځې له شره د امان لپاره دعا اوتعويذ:
امام حسن عسکري وويل : يوې يهودۍ ښځې د خداى د رسول لپاره د پسه غوښه زهرجنه کړې وه؛نو د خداى رسول،چې خبر شو ويې ويل : ((بسم الله الشافى،بسم الله الکافى، بسم الله لمعانى ،بسم الله الذى لايغیرمع اسمه شى فى لارض ولافى السما وهوالسميع العليم – د شفا ورکونکي خداى په نامه او د کفايت کوونکي خداى په نامه، دعافيت کوونکي خداى په نامه،د هغه خداى په نامه ،چې د نوم په يادولو يې نه پر ځمکه او نه په اسمان کې څوک ضرر نشي درسولای اوهغه پوه اورېدونکی دی)) بيا د خداى رسول وويل :(( د خداى په نامه يې وخورئ)) او بيا د خداى رسول اويارانو يې هغه زهرجنه غوښه وخوړه؛خوڅه هم پرې ونه شول .
٨٥٨_ دغم اوخپګان پر مهال دپېغمبر(ص) دعا :
حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې به خپه و يا غم پرې راغی؛نو دا دعا يې ويله :((يا حى ياقيوم ،يا حيا لايموت،يا حى،لا اله الا انت،کاشف الهم،مجيب دعوة المضطرين،اسالک بان لک الحمد لا اله الا افت المنان بديع السماوات ولارض زوالجلال ولاکرام ،رحمان الدنيا ولاخره ورحيمها، رب ارحمنی رحمة تفينني بهاعن رحمة من سواک ، يا الهم الرحمن – ژوندي خدايه! تل پاتې خدايه! اى هغه ژوندیه،چې نيستي د هغه لپاره نه ده،اى ژونديه ! له تاپرته بل خداى نه شته،چې يوازې ته د هر کړکېچ اوغم له منځه وړونکى او د بېوزلیو د دعا منونکى يې، بې له تا بل خداى نشته ،له تا يې غواړم ؛ځکه شکر اوستاېنه يوازې تا ته ځانګړې ده . بې له تا بل خداى نشته،د نعمتونو ورکونکى او د ځمکى او اسمانونو جوړونکى او د اکرام او جلال خاوند يې او يوازې ته په دنيا او آخرت کې لوراند او لورین يې،پر ما ولورېږه،څو د نورو له لورنې مړه خوا شم،اى تر ټولو مهربانه .))
پېغمبر اکرم وويل :((هر مسلمان،چې درې ځل دا دعا وويله؛نوخداى به يې غوښتنه ورکړي؛خو داچې د ګناه او د زړه سوي د پرېکولو لپاره وي .))
٨٥٩_ د قرآن د حفظولو لپاره دعا :
امام صادق وايي : د خداى د رسول يوه دعا دا وه :(( خدايه څو ژوندى يم؛ نو راباندې ولورېږه،څوځان له ګناه لرې کړم اوهغه څه ته ملا وتړم،چې پرې خوشحالېږې،خدايه! لکه ه څنګه،چې دې قرآن رازده کړ،زړه مې يې ساتونکی کړې،چې ته پرې راضي يې او ما ته د قرآن د تلاوت توفيق راکړې،خدايه! سترګې مې پرې روښانه،سینه مې پرې پراخه،زړه مې پرې ګواه او بدن ته مې په قرآن د عمل توفيق ورکړې او ددې کارونو په ترسره کولوکې راسره مرسته وکړې؛ځکه ټول ځواکونه ستا له اړخه دي .))
٨٦٠_ د دښمن له شره د امان لپاره دعا :
پېغمبراکرم د دښمن له شره د امان لپاره دا دعا ويله : ((موږ د کفارو پر زړونو پردې اچولي،چې په قرآن نه پوهېږي اوغوږونه يې درانه دي او(ته اى زمارسوله ! ) چې يوازې خداى په قرآن کې يادوې ؛نوهغوى له نفرته تا ته شا کوي .
خدايه! ستا دې پر هغه جمال اوجلال قسم وي،چې په حجابونوکى پټ دى او د کمال پر هغه نور قسم درکوم،چې عرش يې رانغښتلی او پرعزت او شرافت دې قسم،چې د قدرت په عرش کې دى ځاى لري او پر هغه څه قسم درکوم ،چې په ملکوت کې دې پرې قدرت واکمن دى . خدايه! چې حکم دې تل پلي کېږي او حکم او قضاوت دې نه راستنېدونکى دى،زموږ او د دښمن ترمنځ يوه پرده راوړې،چې تېرې تورې او نيزې يې د شلولو قدرت ونه لري اى شديد حمله کوونکى خدايه! چې قدرت دې تر ټولو ډېر دى،له هغوى مې وساتې،چې د غشيو او بلاګانوخولې يې زما په لور رااړولي.اى هغه خدايه،چې د يعقوب غم دې لرې کړ؛نو زماغم هم لرې کړه، خدايه،چې د يعقوب ناروغي دې ورغوله؛نو زما رنځ هم لرې کړه،خدايه! برى تل ستا دى؛نو ما هم پرخپل دښمن برلاس کړه. (( خداى کفار غوسه په داسى حال کې ، چې برى يې نه وموندلى راوګرځول اوخداى د جنګ پېټى دخلکو له اوږو لېرې کړاوخداى قوي اوعزيزدى ؛نومؤمنان موپر دښمنانو برلاسي کړل . ))
پېغمبراکرم تل د خداى ذکر وايه .
امام رضا خپلو يارانو ته وويل : د پېغمبرانو وسلې له ځان سره وساتئ، ورته وويل شول : د پېغمبرانو وسله څه ده؟ويې ويل : دعا کول .
پېغمبراکرم د دعا پرمهال دومره ژړاګانې کولې،چې عبا يې له اوږې ولوېده .
امام باقر وايي : موږ اهل بيت دعا کوو او هغه چې مو خوښ وي، له خدایه يې غواړو؛خو که را یې نه کړل؛نو د خداى په رضا راضي کېږو.
امام صادق وايي : درې جملې ټولو پېغمبرانو له آدامه تر خاتم پورې لاس په لاس وګرځولې او پېغمبر(ص) به دا دعاهرسهار ويله:((خدايه! زه له تاهغه ايمان غواړم ،چې زړه مې تل له تا سره وي او له تا هغه يقين غواړم،چې پوه شم هغه څه رارسي،چې تا راته ټاکلي وي،خدايه! پرهغه مې خوشحاله کړې،چې تا راته ټاکلي دي.))
حضرت جبرائيل يوه دعا پېغمبر(ص) ته راوړه او ورته يې وويل : دا دعا د سختيو پر مهال وايه،پېغمبر(ص) هم هغه دعا امام علي ته ورزده کړه او هغه دعا دا ده :((اى دهغوى تکيه ،چې ډډه نه لري،اى د هغوى پناه ، چې پناه نه لري،اى د هغوى زېرمې،چۍ زېرمه نه لري،اى دهغوى ملاتړکوونکیه،چې ملاتړى نه لري،اى دهغوى د غږ اورېدونکيه،چې اورېدونکی نه لري،اى هغه خدايه،چې بښنه اولورنه دې تر ټولو ډېره ده، بلاګانې او ازمېښتونه دې نېک دي او د بښنې هیله یوازې له تا کېږي ،اى د کمزوریو او پوپنا شويو ملګريه،اى احسان کوونکيه،اى ښايسته جوړونکيه،اى نعمت بښونکيه،اى بښونکيه.ته هغه خداى يې،چې د شپې تياره،د ورځې رڼا،د سپوږمۍ ځلا،د لمر وړانګې،د اوبو او ونوغږونه ټول تا يادوي . خدايه! خدايه!خدايه!ته ایکې یو يې او شريک نه لرې .))
بيا پېغمبراکرم،حضرت علي ته وويل : اوس دې خپلې اړتياوې وغواړه او ان شاء الله چې اړتيا به دې روا شي .
٨٦٧— د امام حسن اوحسين لپاره د پېغمبر(ص) تعويذ:
حضرت علي وايي : پېغمبر(ص) امام حسن او امام حسين ته داسې تعويذ وکړ: (( د لوراند او لورین څښتن په نامه،ځان،مال ، دين ، کورنۍ، اولاد د کار پايله او څه،چې مې پالونکي راکړي،ټول د خداى عزت،عظمت ،جبروت،سطلنت ،رحمت ،رافت ،مغفرت،قدرت او قدرت سره ږدم او د خداى له الفت،عزت ،احسان او نعمت سره به د خداى د رسول پر لوري او څه چې خداى غواړي پناه وروړم ،پناه غواړم د هر زهرجن اوله بې زهره ځناوره،له پېري او انسانه او څه چې پرځمکه حرکت کوي او ترې بهر راوځي او د هغه څيز له شره پناه غواړم،چې له اسمانه راورېږي او څه چې پورته خېژي او د هر ځناور له شره،چې واک يې زما په لاس کې دی،په رښتيا،چې پالونکی مې په سمه دى او هغه هرکار کړاى شي او بې له هغه بل قدرت نشته او د خداى درود دې زمونږ پر بادارحضرت محمد او پر کورنۍ يې وي .))
پر پېغمبراکرم ،چې به کوم غم يا خپګان راغى او د مشرکانوله اړخه به ورته کومه ستونزه رامخې ته شوه؛نوخپل لاس يې تاړه او زور يې ورکاوه : تنګ شه اوخلاص شه او بيا مخ په قبله درېده،خپل لاس يې پورته کاوه او ويل یې : (( بسم الله الرحمن الرحيم ، لاحول ولاقوه الابالله العلى العظيم الهم اياک نعبد واياک نستعين،اللهم کف راس الذين کفرو فانک اشد باسا واشد کفيلا- ؛دلوراند او لورین څښتن په نامه، بې له خدايه بل زورور او ځواک نشته،خدايه! يوازې ستاعبادت کوم او له تا مرسته غواړم . خدايه! د کافرانو زور رانه لرې کړې؛ځکه ستا قدرت او زور تر ټولو زيات دی او يوازې ته کړاى شې شر یې له ما لرې کړې .))
حضرت جابروويل : پرخداى قسم ؛د خداى رسول به لاس نه وراښکته کړى،چې ستونزه به يې هواره وه .
امام صادق وايي : د خداى رسول،چې به خپه و؛نو دا دعا یې ویله،چې د خرج دعا نومېږي :((خدايه! پرهغه نظر دې ما وڅاره ،چې کله هم نه ويده کېږي او پر هغه کلکوستونو مې وساته،چې کله هم نه رانړېږي او پر خپل قدرت دې پر ما ولورېږه او پرهغه اميد،چې تا ته يې لرم، هلاک مې نه کړې، ډېرنعمتونه دې راکړل؛خو ما دې سم شکر و نه کړ او څومره بلاګانې،چې دې رانازلې کړې؛خو ما پرې صبر ونه کړ . خدايه! چې زه دې د ناشکريو پر وړاندې له نعمته بې برخې نه کړم،اى هغه خدايه،چې زه دې د کړخت پر مهال د بې صبرۍ له امله خوار نه کړم،خدايه و دې ليدم،چې ګناه کولو ته زړور يم؛خو رسوا دې نه کړم، له تا غواړم،چې پر محمد اوآل يې درود ووايې،خدايه! دنيا مې له دين سره د يارۍ لامل وګرځوې او پرهيزګاري مې د آخرت د سعادت لامل وګرځوې، خدايه!هغه نعمتونه،چې دې راکړي او له سترګو مو پټ دي،راته ویې ساتې او څه چې دې راکړي او راسره دي؛نو د هغه نعمتونو ساتل راته مه پرغاړه کوه.خدايه ! چې د بندګانو ګناهونه زیان نه دررسوي او د بندګانو بښل درنه هېڅ څه نه کموي؛نو هغه څه چې له تا هیڅ نه کموي رايې کړه او هغه چې تا ته هېڅ ضرر نه دررسوي را و يې بښه،چې يوازې ته بښونکى او مهربان خدای يې،خدايه! له تا په نږدوکى پراختيا ، صبر،پراخه رزق،روغتيا او د ټولو نعمتونو د شکر ایستنې توفيق غواړم .))
٨٧٠_ د مياشتې د ليدوپرمهال دعا :
حضرت علي وايي : د خداى د رسول سترګې،چې به پر مياشتې ولګېدې؛نو ويل یې:((اى لاس پرسينه مخلوقه،چې د اسمان په ملکوتونو کې له الهي تقدير سره د ګرځېدو په حال کې يې،زما او ستا پالونکی الله دی . خدایه! دا مياشت راته د ايمان ،اسلام او روغتيا مياشت وګرځوې؛نولکه څنګه چې ددې مياشت پيل راوښود؛نو ددې مياشت پاى هم راوښيه او مبارکه مياشت یې وګرځوې،چې زموږ ګناهونه پکې وبښې،درجه مو پکې لوړه کړې،خدايه ستا خيرات ستر دی .))
٨٧١_ د رجب د مياشتې د ليدو پرمهال دعا :
پېغمبراکرم،چې د رجب مياشت وليده ؛نو ويل یې:((خدايه! دا مياشت راته د اسلام ايمان ،امنيت او روغتيا مياشت وګرځوې . سپوږمۍ! زما او ستا پالونکى ایکي يو الله دی .))
٨٧٢_ د شعبان د مياشتې د ليدو پر مهال دعا :
پېغمبراکرم د رجب د مياشتې د ليدو پر مهال ويل : ((خدايه! د رجب او شعبان مياشت پرموږ مبارکه کړه او په خير د روژې مياشت راورسوې او په هغه مياشت کې د روژې په نيوو ،له نامحرمو د سترګې په پټولو،روژه اوعبادت کولو کې راسره مرسته وکړې او په هغه مياشت کې يوازې لوږه اوتنده مې په نصيب نه کړې .))
٨٧٣_ د مياشتې د ليدو پرمهال دعا :
د پېغمبراکرم سترګې،چې به د مياشتې په هلال ولګېدې؛نو درې ځل يې “الله اکبر” درې ځل “لااله لاا الله” وایه او بيا یې ويل :((د خداى شکر ،چې پلانۍ مياشت يې خلاصه کړه او نوې مياشت يې پيل کړه .))
حضرت جابر بن عبدالله انصاري(رض) وايي : آنحضرت(ص) وویل : ((جبرائيل راته وويل،چې هر وخت ووايه : الحمد الله رب العمالين.))
دا دعا له پېغمبراکرم رانقل شوې : خدايه! د ځان او اولاد لپاره مې د بدې قضا پر قدره پناه دروړم .
پېغمبراکرم(ص) په دعا کې وويل : (( خدايه! له هغې شتمنۍ پناه غواړم،چې د ګناه کولولامل مې شي،له هغه فقره ،چې د هېرېدنې لامل مې شي،له ځاني غوښتنو،چې غافل مې کړي،هغه عمل،چې خوار مې کړي اوهغه ګاونډى،چې و مې کړوي .))
پېغمبراکرم(ص) وويل : ((خدايه!ما دې د فرمانونو پلي کوونکى ،پر ژمنو دې ايمان راوړنکى،له خلقه دې نهیلى،له تا سره انس نيوونکى،له تا وېرېدونکى ،پر قضا دې راضي ،پر بلاګانو دې صبرکوونکى،پر نعمتو دې شکر ايستونکى،له ذکره دې خوند اخستونکى،پرکتاب دې خوښ ،په شپه او ورځ کې دې يادونکى،مړينې ته تل چمتو،ليدو ته دې لېواله،د دنيا دښمن او د آخرت دوست وګرځوې اوچې له الهي رسولانو سره دې څه ژمنه کړې،را یې کړې او د قيامت پر ورځ مو سرښکته نه کړې،رښتيا ده،چې ته تل پرخپله خبره ولاړ يې .))
٨٧٩_ د خوړو د ليدو پرمهال دعا :
حضرت علي وايي: د خداى رسول ته يې،چې خواړه راوړل ؛نو ويل یې : ((خدايه دا خواړه راته له برکته ډک اوهغه خواړه یې کړې،چې د جنت له خوړو سره يو ځاى شي .))
حضرت عرباص بن سارية وايي : د خداى رسول داسې دعا کوله : (( خدايه له تا سره مينه راباندې له خپل ځان،غوږونو،سترګو،کورنۍ، مال او يخو اوبو سره له مينې هم راباندې ګرانه کړې .))
پېغمبراکرم(ص) په دعا کې وويل :(( خدايه! تاته له هغه اولاده پناه دروړم ،چې پر ما واکمن شي اوله هغه ماله،چې د تباهۍ لامل مې شي او له هغې مېرمنې،چې له زړېدو مخکې مې زوړ کړي،له هغه ملګري،چې ټګي راسره وکړي،سترګې يې ما ومني او زړه يې نه او که خير وويني پټ يې کړي او که شر وويني،ښکاره يې کړي او له تا د ګېډې له درده پناه غواړم .))
خدايه!له تا پناه غواړم،چې ستا له غنا سره اړمن شم اوستا د هدايت له شتوالي سره بې لارې اوستا له عزت سره ،ذليل شم …. خدايه! له تا ددې خبرې پناه غواړم،چې د زور خبره وکړم ،ظلم وکړم او يا ځانمنی شم .
امام صادق وايي : د خداى رسول هره ورځ له خدایه ددې شپږ څيزونو پناه غوښته : شرک،شک،بېځايه تعصب،غوسه،ظلم او حسد.
د پېغمبراکرم يارانو د پېغمبرپه مخ کې د شعبان د مياشتې د فضائلو خبره رامنځ ته کړه،چې پېغمبراکرم وويل : ډېره مبارکه مياشت ده او هغه زما مياشت ده .
٨٨٥_ د خداى او د پېغمبر مياشت :
پېغمبراکرم وويل : شعبان زما مياشت او رمضان د خداى مياشت ده .
پېغمبراکرم(ص) وويل : تر ټولوغوره دعا زما وي او تر ما مخکې د پېغمبرانو دعا ده اوهغه دا ده:(( لا اله الله له وحده وحده وحده ،لاشريک له،له الملک ،وله لحمد،يحيى ويميت وهو حى لايموت بيده الخير وهوعلى کل شی قدير)) بيا يې وويل : دا د دعا يوازې الهي تمجيد او تقديس دی .))
پېغمبراکرم په يوه اوږد حديث کې وويل : (( هر نبي او پېغمبر خپل قوم ته ښېرې وکړې؛خو دعا یې د خپل امت لپاره د قيامت پر ورځ شفاعت ګرځولې ده.))
روايت دى،چې پېغمبر(ص) هر غونډه په دعا پاى ته رسوله
د پېغمبراکرمخبرې به،چې خلاصې شوې او د پاڅېدو اراده يې کوله؛نو ويل یې:((خدايه! ګناهونه مو وبښه،څه چې مو په لوی لاس او په پټه کړي،ته پرې پوه يې،ته ړومبى او وروستى يې، بې له تا بل خداى نشته.))
حضرت ام سلمه وايي : د خداى رسول په خپلودعا ګانوکې ډېر ويل : ((اى د زړونو اړونکی خدايه! زړه مې په دين ټینګ کړې .))و مې ويل : د خداى رسوله! زړونه هم اوړي؟ پېغمبراکرم(ص) وويل :((خداى چې هر بشر پيدا کړى؛نو زړه يې د خداى د دوو ګوتو په منځ کې دى؛نوکه خداى وغواړي پاڅوي يې او که وغواړي کېنوي يې .
دخداى رسول،چې د اسمان تالنده واورېده؛نو ويل یې:((پاک اوسپېڅلى دى هغه خداى،چې تالنده يې هم ستاېنه کوي .))
٨٩٢_ د برښنا اوتالندې پرمهال دعا :
سالم بن عبدالله د خپل پلار له خولې وايي: د خداى رسول،چې د برښنا او د تالندې غږ واورېد، ويل یې:((خدايه! مخکې له دې،چې ومې بښې؛نو پرخپل غضب او عذاب مې هلاک نه کړې)).
د خداى درسول په مخ کې،چې د “اصحاب اخدود” يادونه وشوه؛نوله خداى يې د بلا له نازلېدو پناه غوښته.
ابان،امام صادق وپوښت : د خداى رسول په شواروز کې څوځل د خداى د کور طواف کاوه.ورته یې وويل : لس ځل او په هر وار کې يې اوه ځل د خداى د کورطواف کاوه.درې ځل د شپې په پيل کې،درې ځل د شپې په پاى کې،دوه ځل سهار او دوه ځل مازيګر.
امام صادق وايي : د خداى رسول په هر فرض يا مستحب طواف کې حجرالاسود په خپلو لاسونو مسح ( استلام ) کاوه.
امام باقر وايي : د خداى رسول د حجرالاسود دوه رکنه او رکن يماني په خپلولاسونومسح کاوه،ښکلاوه يې،خپل مخ يې پرې ايښووه او بيا يې ويل : ((پلار مې هم داشان کول .))
امام باقر وايي : د خداى رسول د يماني اوحجرلاسود رکن په هرطواف کې مسح کاوه.
امام باقر وايي : د خداى رسول،چې په مدينه کې و؛نوغوښتل يې د زمزم اوبه ورته راوړل شي .
امام صادق وايي: د خداى رسول د ذي المعارج دعا ډېره ويله او،چې سپور یې ليده او يا پرکومه لوړه خته او يا ترې راکوزېده،د شپې په پاى کې او تر هر لمانځه ووسته يې دا دعا ويله.
امام باقر وايي: حضرت جابر بن عبدالله وویل:په حج کې د خداى د رسول (تلبيه) لبيک وويل داسې وو: لبيک اللهم لبيک،لا شريک لک لبيک،انالحمد ولنعمة لک والملک،لاشريک لک.
امام باقروايي : د خداى رسول دوه نر غرني بکري حلالول،چې خکرونه يې ستر او خوله او سترګې يې تورې وې .
امام صادق وايي : د خداى رسول د لوی اختر پر ورځ،سر خراوه،نوکان يې اخستل او برېتې او د ږيرې شاوخوا يې کموله .
٩١٥_ د نوکانو اخستل او د وېښتانو کمول :
د نوکانواخستل،د برېتوکمول اوه تر نامه لاندې د وېښتانو خرول د احرام سنت دي .
سنت دي،هغوی،چې د مکې په ښار کې نه دي او امام نه لري ؛نو د عرفې د ورځى په مازيګرسره راټول شي،خداى ياد کړي او دعا وکړي.
امام صادق وايي: د خداى رسول داسې کول،که دوه کلن د اوښ بچى يې له چا پور اخسته؛نو پرځاى يې اوه کلن د اوښ بچى ورکاوه او که دوه درهمه يې له چا واخستل ؛نو د ورکولو پرمهال يې څلور درهمه ورکول .
٩١٨_ د فضيلت د بيان پرمهال د پېغمبراکرم ادب :
حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې د خپل فضيلت يادونه وکړه؛نو ويل یې : ((سره له دې،چې زه دا فضيلت لرم؛خو پر چا پرې ویاړنه نه کوم.))
پېغمبراکرم وويل : ((يو سنت دا دى ،چې هرمؤمن د غدير د اختر پر ورځ سل ځل دا ذکر ووايي: الحمدالله لذى جعل کمال دينه وتمام نعمته بولاية اميرالمؤمنين على بن ابىطالب .
٩٢٠_ د ساداتو د زيارت سنت :
پېغمبراکرم وويل : (( د بني هاشموعیادت فرض او واجب دى او زيارت یې سنت دی .))
له امام صادق د پسه په ولاړه د قربانۍ پوښتنه وشوه ،چې امام وويل:ښه نه ده ،چې پسه په ولاړه قرباني شي؛بلکې سنت دا دى،چې پسه مخ په قبله سملول شي او بيا حلال شي
امام رضا وايي : موږ اهل بيت په کړیو ژمنو مو ولاړ يو؛ځکه د خداى رسول داسې و.
٩٢٣_ د تالندې دغږ د اورېدو پر مهال دعا :
پېغمبراکرم د تالندې د غږ د اورېدو پرمهال ويل :((پاک او سپيڅلى دى هغه خداى،چې تالنده يې هم حمد،ستاېنه اوتسبيح کوي.))
د خداى رسول،چې د تالندې غږ واورېد؛نو ويل یې:((خدايه څو بښلى دې نه يم ؛نو پرخپله غوسه اوعذاب مې هلاک نه کړې .))
٩٢٥_ په سختيوکې له خدايه مرسته غوښتل :
دپېغبراکرم په مخ کې به،چې د “اصحاب اخدود” خبره رامنځ ته شوه ؛ نو د خداى رسول له سختيو خداى ته پناه وړه.
چې هوا به ژېړه ،سره يا توره شوه؛نو د پېغمبراکرم څېره هم د يو وېرېدلي انسان په څېر واوخوته او چې د باران ړومبى څاڅکى به راوورېد؛نو د څېرې رنګ يې غوړېده او ويل یې:(( د خداى رحمت ستاسې پر لوري راغى.))
٩٢٧_ د وريځو د ليدو پرمهال دعا :
پېغمبراکرم،چې وريځ ليده؛نوهرکار يې،چې درلود، هغه يې پرېښود او ويل يې :((خدايه! له شره یې له تا پناه غواړم.)) اوچې وريځې ولاړې؛نو د خداى شکر يې کاوه او چې باران به پر ورېدو شو؛نو ويل يې:((خدايه هغه راته ګټور وګرځوې . ))
امام صادق وايي: چې لمر يا سپوږمۍ تندر ونيوه ؛نو د خداى رسول خلکو ته ويل،چې د جومات پر لور شئ.
په جومات کې او په جمعه لمونځ سنت دي .
حضرت علي وايي : د خداى رسول له بيت الماله څه د سبا لپاره نه پرېښوول؛خو حضرت ابوبکر دا کارکاوه او د حضرت عمربن خطاب هم پردې کار خوښه وه او بيت المال مال يې تر يوکاله هم ساته ؛خو زه د رسول الله په څېر يم .
حضرت علي هره جمعه بيت المال ایشه .
حضرت جابر بن عبدالله انصاري(رض) وايي : د خداى رسول ته مې وويل : د خداى ړومبى مخلوق څوک و؟ پېغمبراکرم وويل:(( جابره!خدای لومړی د پېغمبر رڼا جوړه کړه او بيا يې ترې ټولې ښيګڼې وپنځولې.))
پېغمبراکرم وويل :((ړومبى څيز،چې خداى وپنځاوه،زما رڼا وه ،چې له خپلې رڼا يې جوړه او د خپل عظمت له جلاله يې واخسته.))
امام باقر وايي : خداى،پېغمبر(ص) له يوه ګوهره جوړکړ،چې ترعرش لاندې و.
پېغمبراکرم وويل : ((خداى زه او اهل بيت له داسې خټې او خمبيرې جوړ کړو،چې څوک يې هم ترې نه وو جوړکړي او موږ د خداى تر ټولو ړومبي مخلوقات يو.))
امام صادق په يوه خطبه کې د خداى د رسول او اهل بيتو د ځانګړنو په باب وويل: د خلکو سترو ګناهونواوناوړه کارونو د خداى د مهلت ،حلم اومهربانۍ مخه ونه شوه نيواى،چې تر ټولوګران پېغمبر؛يعنې محمد بن عبدالله (ص) يې ورته راولېږه،هغه پېغمبر،چې زوکړه يې په ستر او اصلي کورنۍ کې وه،حسب يې بې نقصه او سنت يې له هرې چټلۍ پاک و،چې صفتونه يې عالمانو نه شو ستایلى . تر هغه مخکې ټولو پېغمبرانو يې د راتګ زېرى کړى و،عالمانو يې نېکې ځانګړنې ستايلې او حکيمان يې غوره ځانګړنوته سترګې په لار و ،هغه پاک او تهذيب شوى وجود و،چې کله هم نه خوارېده او يوازينى هاشمي و،چې سارى يې نه درلود او يوازينى مکي و،چې څوک يې هم شوکت او ویاړ ته نه ورسېده،د حيا اونجابت بېلګه وه،څوک يې هم سړيتوب ته نه رسېده ، مړانه یې په خټه کې اغږل شوې وه،هيبت ،ستروالی او نبوي اخلاق یې درلودل،د وحې د رسالت د هوښيارتوب نښې يې په خټه کې اغږل شوې وې ،چې الهي مقرراتو ورته لار هواره کړه او الهي ټینګ حکم پرې پاى ته ورسېد او دا مهال وو،چې الهي محتومې قضا د خپل پېغمبر درجې تر ټولو لوړې کړې . هرامت پر يو بل د دې پېغمبر د راتګ زېرى کاوه او دهغه سپيڅلې رڼا هم له يوه پلاره بل ته رانقلېده او په دې انتقالاتو کې کومې نامشروعې اړیکې د پېغمبراکرم(ص) عنصر چټل نه کړاوله حضرت آدم تر د هغه د پلارپورې کوم ناروا واده ونه شو،پېغمبر(ص) په غوره پرګو،توکمونو،کورنیو او تر ټولو په پاک اوسپيڅلي زیلانځ کې دې دنيا ته راغى،هغه تر ټولو په امينه لمنه کې لوى شو،خداى هغه انتخاب کړ،خوښ يې کړ، د علم کونجيانې يې ورکړې او د حکمت ټولې چينى يې وروبښلې .
حضرت علي وايي : پر هغه ورځ ،چې حضرت محمد (ص) وزیږېد؛نو چپ لاس يې ځمکې او ښى يې اسمان ته ونيو او د خداى په ذکر شو.
حضرت آمنه بي بي وايي : چې زوى يې حضرت محمد مې پرځمکه کېښوول شو؛نو د کعبې پر لوري يې سجده کوله،بيا يې لاسونه اسمان ته پورته کړل اوخپل پرودګار ته يې زارۍ کولې.
حضرت آمنه بي بي وايي: هغه مهال،چې محمد(ص) مې په ګېډه و؛ نو د ګېډې د درونوالي احساس مې نه درلود او د نورو ښځوپه څېر مې د ګېډې له درونوالي شکايت نه درلود.
دپېغمبراکرم يوه ورځنۍ وده د نورو ماشومانو په پرتله د يوې ونۍ هومره او د يوې ونۍ وده يې د يوې مياشت هومره وه.
په ماشومتوب کې د پېغمبراکرم زانګو سپوږمۍ خوځوله.
٩٤١_ له زانګو د تسبيح ويلو غږ :
په بحار کې روايت دى :څوک چې د خداى د رسول د زانګو ترڅنګه تېرېدل؛نو د خداى د تسبيح غږ ترې راتله.
پېغمبراکرم سنت شوى وزيږېد .
حليمه سعديه (د پېغمبر(ص) دايه) وايي: په هره ګرمه ورځ مې،چې د خداى رسول بهر وړه؛نوتل پرې د يوې وريځې سيورى و او همداراز هغه له بارانه هم ساتل کېده .
حضرت علي وايي:له زوکړې تر وفاته که پېغمبر(ص) په کور کې و که په سفرکې؛نوتل پرې د يوې وريځې سيورى و…… په وړوکتوب کې ورته علم اوحکمت ورکړل شوى و،سره له دې،چې د بوتنمانځنې او د شيطان د ګوند په چاپېريال کې يې ژوند کاوه؛ان يوه ورځ يې هم د بوت عبادت ته لېواله نه شو،د بوت لمانځو په اخترونو کې خوشحاله نه و او کله هم ترې دروغ وانه ورېدل شول .
د پېغمبراکرم تره ابوطالب وايي: له رسول الله مې کله هم دروغ وانه ورېدل او نه مې پکې د جاهليت د وخت کوم عادت وليد،بې ځايه خندا مې ترې ونه ليده،له ماشومانو سره يې لوبې نه کولې او ورسره یې علاقه نه درلوده او ترټولو پرې يوازېتوب او تواضع ګران و.
حليمه سعديه وايي : د خوب پرمهال د خداى د رسول سترګې داسې وې لکه ويښ،چې وي،تل موسکى و او ګرمۍ او سړې هوا ورته ضرر نه شو رسولای .
حضرت علي وويل : له هغې ورځې،چې د خداى رسول له تي غوڅ شو؛ نو خداى سترې پرښتې ته دنده ورکړه،چې هره ورځ محمد ته تر ټولو غوره اخلاق وروښيي او زه هم لکه د اوښ بچى،چې په خپلې مور پسې وي، په پېغمبر پسې وم او څه چې هغه کول ما هم کول.
پېغمبراکرم خپل هر يو اخلاق ماته راښووه او حکم يې راکاوه،چې پلي يې کړم.هرکال به يوې مودې ته د حرا په غار کې و او بې له ما بل چا نه ليده او پرهغه مهال،چې د خداى پر رسول وحې نازله شوه ؛نو ما د شيطان رمباړه واورېده،چې ومې پوښتل : دخداى رسوله ! دا چغه د څه وه؟راته يې وويل : (( دا د شيطان چغه وه،چې له خپلې پالنې نهیلی شو. علي! څه،چې زه اورم،ته يې هم اورې او څه چې ګورم،ته يې هم ګورې؛بې له دې،چې ته پېغمبر نه يې.))
عَالِمُ الْغَيْبِ فَلاَ يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَداً إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَداً – (هغه) پر غيبو پوهېږي او هېڅوك د خپلو غيبو (پر رازونو) نه پوهوي؛خو هغه استازى (ترې خبروي) چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې ورته ساتونكي ګومارلي دي،(جن/۲۶ ،۲۷)
امام باقرددې آيتونو په تفسيرکې وايي : خداى خپلو پرښتو ته دنده ورکړې،چې له پېغمبرانو سره د رسالت په تبليغ کې مرسته وکړي او په کارونو کې یې له خطا وساتي.
بيا امام وويل : پر هغه ورځ،چې د خداى رسول له شيدو غوڅ شو؛نو خداى يوې پرښتې ته دنده ورکړه،چې محمد(ص) ته ټولې ښيګڼې،نېکۍ اونېک اخلاق وروښيي او له شر او بدواخلاقو يې لرې وساتي .
امام صادق وايي : زليخا له حضرت يوسف سره د لیدو اجازه وغوښته ……. حضرت يوسف زليخا ته وويل:څه څیز لامل شو،چې پر هغه ناوړه کار دې لاس پورې کړ؟ زليخا: ستا ښايست! حضرت يوسف :که تا د اخرې زمانې پېغمبرليدلاى واى ؛نوڅه به دې کړي ول؟ هغه تر ما ښکلى،اخلاق يې تر ما غوره اوتر ما ډېربښونکى دی.
پېغمبراکرم وويل :((يوسف تر ما ښکلى و؛خو زما څېره ترې په زړه پورې ده.))
پېغمبراکرم د غټوالي له نظره معتدله انسان و؛خو د عمرپه پاى کې څه چاق شو؛خو د بدن دغوښې له نظره،دومره پياوړى و،ته وا زوړوالي پرې بيخي اغېز نه دى کړی .
حضرت علي،يهودانو ته د پوښتنو د ځوابونو پرمهال وويل : د پېغمبر پر شا د نبوت مهر و،چې دوه کرښې پرې ليکل شوې وې،پر يوې يې ((لا اله لاالله)) او پر دويمې یې ((محمد رسول الله)) ليکل شوى و.
د پېغمبراکرم پر شا د نبوت مهر و،چې رڼا يې د لمر تر رڼا ډېره و:بې له خداىه بل خداى نشته،شريک نه لرى،اى زما رسوله : هرچيرې ،چې ځې، ولاړشه، له تاسره به مرسته وکړو او ته بريالى يې .
٩٥٥_ د نبوت د مهر څرنګوالى :
پېغمبراکرم چهارشانه و،پر شا يې د نبوت مهر و،چې ښۍ اوږې ته نږدې و، په مهرکې خالي تور ژيړبخن رنګ و،چې شاوخوا ته يې وېښتان و.
امام باقر وايي : د خداى رسول پر ښي اننګي تور خال درلود.
د پېغمبراکرم د دوو ولوترمنځ د کفترې د هګې هومره د نبوت مهر و.
حضرت علي وايي : څوک مې ونه ليدل،چې دپېغمبر(ص) هومره يې د ولو ترمنځ واټن ډېر وي،چې دا د مړنتوب نښه وه.
دپېغمبراکرم ورمېږ تر ټولوښکلى و؛نه اوږد و او نه لنډ.
حضرت علي وايي : رسول الله ګردمخ درلود.
حضرت علي وايي: رسول الله پر لاندې شونډه خال درلود.
حضرت علي وايي : د خداى د رسول سترګې تورې وې.
حضرت جابربن سمره وپوښتل شو: آيا د خداى د رسول په سر کې سپين وېښتان هم ليدل کېدل؟ ویې ويل : د خداى د رسول په ککره کې څو سپين وېښتان ول،چې تر غوړولو وروسته نه ښکارېدل.
د پېغمبراکرم پر ګېډه څو کرخى ليدل کېدې،چې يوه يې تر جامو لاندې پټېده اوهغه دوه نورې ښکارېدې.
حضرت علي وايي : د خداى رسول ځانګړی هيبت اوجلالت درلود.
د هر چا په سترګو کې پېغمبراکرم د ستر وقارخاوند و.
حضرت علي د يو يهودي د پوښتنې په ځواب کې وويل:د خداى رسول، چې په کوم غونډه کې ناست و؛نو يوه رڼا ترې ځلېده،چې ټولو ليده.
٩٦٨_ د پېغمبراکرم د رڼا ځلېدل :
امام صادق وايي: د شپې په تپه تياره کې د خداى رسول دومره ځلېده، چې ټولوته ښکارېده.
پېغمبراکرم چې زيارت او يا چېرته تله؛نو مخکې ترې رڼا روانه وه.
د حضرت عمر زوى وايي : د خداى د رسول په څېر مې بل څوک سپيڅلى بښونکى او پاک ونه ليده.
٩٧١_ د نبي درې ځانګړې ځانګړنې :
امام باقر وايي : د خداى رسول درې ځانګړنې درلودې،چې په چا کې هم نه وې : سيورى يې نه درلود،له هر لارې،چې تېر شو؛نو تر درې ورځو، چې هرڅوک له هغه ځایه تېرېده؛نو د پېغمبر(ص) د عطرو بوى يې احساساوه،دهرې ونې له مخې،چې تېرېده؛نوهغه ونې ورته سجده کوله.
تپه تياره به وه او مخکې له دې،چې څوک پېغمبراکرم وويني؛نو د عطرو له بوى یې پوهېدل،چې دا د خداى رسول دی .
په بحار کې راغلي : د خداى د رسول د خولې بوى د عطروپه څېر و، هغه عطر نه کارول .
پېغمبراکرم په يو لوښي کې توکاڼې واچولې،چې خلکو ترې له مشکو غوره بوى احساساوه .
٩٧٥_ محمدي ګل د پېغمبر د بدن عطر :
پېغمبراکرم وايي:((څوک،چې غواړي عطر مې بوى کړي؛نو د محمدي ګل دې بوى کړي .
٩٧٦_ له خولو د عطر په ځاى ګټنه :
سليم د ام سلمې بي بي زوى وايي : يوه ورځ د خداى رسول له موږ کره راغى او د ورځى په خوب ويده شو،مور مې یوه شيشه راوړه او د پېغمبر (ص) د تن خوله يې پکې راټوله کړه،دا مهال پېغمبر(ص) له خوبه راپاڅېد او ويې ويل : ام سلمې ! څه کوې؟ مور مې ورته وويل : دا ستا د بدن خوله له خپلو عطرو سره ګډوم،چې تر ټولوغوره عطر دي . د خداى رسول وويل :ښه دې وويل .
پېغمبراکرم،چې له هر څومره اوږد قدي انسان سره روان و؛خوبيا هم ترې آنحضرت(ص) اوږد ښکارېده .
لنډې او اوږدې جامى دواړه د آنحضرت(ص) پر تن سمې وې، که لنډې جامې يې واغوستې؛نو اوږدې به شوې که اوږدې يې واغوستې ؛نو لنډې به شوې ته وا بېخي همدې ته يې ګنډلې وي .
٩٧٩_ پر نرمه خاوره د پښې چاپ نه درلودل :
پېغمبراکرم (ص) که پرکومه نرمه خاوره پښه کېښووه ؛نو د پښې چاپ يې نه پاتې کېده؛خو که پرسخته ځمکه يې پښه کېښووه؛نو د پښې چاپ يې معلومېده .
د پېغمبراکرم،چې سترګې پټې وې؛خو زړه يې ويښ و.
دپېغمبراکرم پرسرهېڅ الوتونکى الوتنه نه کوله .
٩٨٢_ له حشراتو خوندي :
مچ به پر پېغمبراکرم نه کېناسته او زهرجن او بې زهره حشرات نه ورنږدېدل .
پېغمبراکرم لکه څنګه ،چې له مخې کتل له شا یې هم کتل .
پېغمبراکرم د خوب پرمهال هم د ويښتيا په څېر اورېدل .
له پيدايښته ترمړينې له پېغمبراکرم بوى ولاړ نه شو.
پېغمبراکرم کله هم محتلم نه شو.
پېغمبراکرم چې به پر هر څاروي سپورشو؛نوهغه به نه زړېده.
په بحار کې راغلي : خلکو د خداى د رسول له وجوده شفا غوښته .
د پېغمبراکرم په څېرڅوک هم ځواکمن نه و.
٩٩٠_ ولې حضرت علي پاڅون ونه کړ :
د سليمان بن خالد د خولې وينا د: امام صادق ته مې وويل : خلک وايي،که خلافت د علي حق و؛نو ولې يې د خپل حق د اخستو لپاره پاڅون ونه کړ؟امام وويل : متعال خداى پاڅون يوازې پر يو انسان فرض کړى و اوهغه د خداى رسول و اوپه دې باب متعال خداى وويل : فَقَاتِلْ فِي سَبېل اللّهِ لاَ تُكَلَّفُ إِلَّا نَفْسَكَ وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَسَى اللّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَاللّهُ أَشَدُّ بَأْساً وَأَشَدُّ تَنْكِيلاً- د خداى په لاركې وجنګېږه، يوازې د خپل ځان مكلفيت درپرغاړه دى او مؤمنان ( دې كار ته) وهڅوه، هيله ده،چې خداى د كافرانو زور اوبه كړي (ان كه ته يوازې د جګړې ډګر ته ولاړ شې ) او د خداى زور تر ټولو ډېر زيات او سزا يې ډېره سخته ده .(نساء/۸۴)
دا دنده يوازې د خداى د رسول وه او د نوروخلکو په باب يې وويل : وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفاً لِقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزاً إِلى فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِنَ اللّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ- او څوك چې ورته شا كړي؛ خو دا چې د نوي بريد او يا له نورو (مجاهدينو) سره ديو ځاى كېدو په موخه ميدان پرېږدي؛ نو د خداى په غضب به ککړ شي او هستوګنځى يې دوزخ دى، چې ډېرناوړه ځاى دى ! (انفال/۱۶)
بيا امام وويل : هغه مهال،چې له علي خلافت غضب کړاى شو؛نوڅوک نه ول، چې له على سره يې مرسته کړې وای؛ګنې پاڅون یې کاوه.
په مناقب کې راغلي : پر ځمکه له پېغمبراکرم بل پوه نه و.
٩٩٢_ د وحې پر مهال د پېغمبراکرم حالات :
د وحې د نزول پرمهال به د خداى د رسول رنګ واوخوت اوسر يې لاندې نيوه.
امام صادق وپوښتل شو: د خداى رسول ،چې بېسده کېده؛نوآيا دا يوازې هغه مهال ول،چې جبرائيل پرې نازلېده؟ امام وويل : نه داسې نه ده؛بلکې جبرائيل بې اجازې په پېغمبر نه نازلېده،بل داچې جبرائيل به،چې کله هم د خداى رسول ته راغى؛نو د يوه بنده په څېر به د خداى د رسول مخې ته ناست و،پېغمبراکرم هله بېسده کېده،چې خداى ورسره بې واسطه خبرې کولې .
٩٩٤_ په واسطې اوبې واسطې وحې :
امام صادق ته وويل شول : آيا پېغمبر(ص) دوه حالته درلودل،چې کله يې ويل،چې جبرائيل وويل او دا جبرائيل دى او داسې فرمان يې راوړ او کله به هم بېسده شو؟
امام صادق وويل : چې کله وحې د جبرائيل له واسطې پرته وه؛نو د وحې د دروندوالي له امله د خداى رسول بېسده کېده او که د وحې واسطه جبرائيل و؛نو دا دروندوالى نه و؛نوپېغمبر(ص) ويل ،چې جبرائيل وويل او دا جبرائيل و او داسې دستور يې راکړ.
٩٩٥_ د وحې د راتلو پرمهال د پېغمبراکرم حالات:
د وحې د راتلو پر مهال له پېغمبراکرم د شاتو د مچې په څېرغږ اورېدل کېده او په ډېرو سړو ورځو کې،چې ورته وحې راغله؛نوخولې يې پرتندي راماتېدې .
پېغمبراکرم وايي:((جبرائيل هرکال يوځل راته قرآن قرآئتاوه؛خو سږ کال (د پېغمبرد عمر وروستى کال ) يې دوه ځل راته ووايه .))
د مفضل بن عمر د خولې وينا ده،چې امام صادق مې د امام د علم په باب وپوښت، ورته مې وويل:سره له دې،چې امام په خپل کور کې ناست دى؛نوڅنګه دعالم له پېښوخبرېږي؟ امام وويل : مفضله!خداى د خپل رسول په وجود کې پينځه روحه کېښول : “روح الحياة”، چې په دې روح تله اوحرکت يې کاوه،”روح القوه”،چې په دې روح يې کار او کوښښ کاوه،”روح الشهوه”،چې په دې روح يې خوراک څښاک او له خپلومېرمنوسره کوروالى کاوه،”روح الايمان” چې په دې روح يې پر خداى ايمان راوړ او په خلکوکې يې په عدالت چلن کاوه اوپینځم “روح القدس” ،چې دا روح د نبوت حامل و .
مفضله! هغه وخت،چې د خداى رسول له دنيا ولاړ؛نو”روح القدس” امام ته رامنتقل شو او دا هماغه روح دى ،چې خوب ،غفلت ،بې ځايه کار اوځان غوښتنه يې نه درلوده ؛خو دا حالتونو په هغه نورو روحونو کې وجود لري او په “روح القدس” د عالم پيښې ليدل کېږي .
٩٩٩_ د((رُوحاً مِنْ أَمْرِنَا)) مانا :
د ابو بصير وينا ده ،چې : د ((وَكَذلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحاً مِنْ أَمْرِنَا مَا كُنتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلاَ الْإِيمَانُ)) (شورى – ۵۲) په آيت کې مې د ((رُوحاً مِنْ أَمْرِنَا)) د مانا په باب وپوښتل،چې امام راته وويل:هغه روح د خداى له مخلوقاتو يو روح دى،چې د جبرائيل اومکائيل تر روحونو هم ستر دى،هغه تل د خداى رسول سره و او پېغمبر اکرم يې له پېښوخبراوه او کارونو يې ورته غښتلي کول،بيا امام وويل:د خداى تررسول وروسته دا روح له سپين لمنو امامانوسره دی .
١٠٠٠ – دا روح يوازې د خداى له رسول سره و:
امام صادق وايي: دا روح بې له حضرت محمد بل يو پېغمبرسره هم نه و.
امام صادق وايي : د معراج پر شپه،چې جبرائيل پېغمبرله ځان سره بوت؛خو جبرائيل هغه تر يوه ځایه بوته ،تر هغې وروسته ترې بېل شو، پېغمبر اکرم ورته وويل : جبرائيله ! ولى مې په داسې ځاى کې ځان ته پرېږدې؟ جبرائيل وويل : د خداى رسوله!زه ولاړشه اومخکې ولاړشه،پر خداى قسم پرکوم مقام،چې اوس ته ولاړ يې،تر تا مخکې پرې د يو انسان لار هم نه وه راپېښه شوې .
حضرت جبرائيل پېغمبراکرم ته وويل : قسم پر هغه خداى، چې ته يې پېغمبر کړى،پرکوم مقام،چې ته ولاړ يې، تر اوسه ورته هېڅ پېغمبراوپرښته نه ده رارسېدلې.
١٠٠٣_ د خداى او پېغمبر ترمنځ يوه پرده :
پېغمبراکرم وويل: (د معراج په شپه) پر براق (يوډول اس )سپورشوم او داسې پردې ته ورسېدم،چې هغه خوا ترې خداى و.))
د محمد بن فيضل وينا ده،چې له امام موسى بن جعفرمې وپوښتل : آيا داسې راپېښ شوي،چې د خداى رسول پرخپلو سترګوخداى وويني؟
امام راته وويل : هو! په خپل زړه يې خداى ليده . آيا د خداى هغه خبره مونه ده اورېدلې،چې ويې ويل:((څه،چې زړه وليدل، دروغ نه دي )) پېغمبر(ص) په خپلو سترګو خداى ونه ليده؛خو د زړه په سترګو يې خداى وليده .
١٠٠٥_ يوازې د خداى جلال واټن و :
پېغمبراکرم(ص) وويل : “د معراج پر شپه”خداى مې د زړه په سترګو وکوت او زما او د هغه ترمنځ يوازې الهي جلال واټن و.
١٠٠٦_ د خداى او پېغمبراکرم ټاکلى وخت :
پېغمبراکرم وويل : ((زه له خداى سره يو وخت لرم ،چې هېڅ پرښته او پېغمبر،چې خداى يې زړه پر ايمان ازمېيلى،د هغه د زغملو ځواک نه لري .))
١٠٠٧_ پېغمبراکرم په اوم اسمان کې :
پېغمبراکرم وويل 🙁 دمعراج پر شپه)،چې اوم اسمان ته ورسېدم؛نو راسره ټولې پرښتې اوجبرائيل ودرېدل او پاتې شوې او زه هم د خداى حجاب ته ورورسېدم،اويا حجابو ته ورننووتم،چې له يوه حجابه تر بل حجابه د عزت ،ځواک،بها، کرامت ، کبريا، عظمت،نور،ظلمت او وقار نورحجابو نه ول،چې د جلال حجاب ته ورورسېدم ؛نو خداى ته مې عبادت وکړ او ودرېدم .))
١٠٠٨_ پېغمبراکرم ته د خداى ډالۍ :
پېغمبراکرم وويل :((داسې ورځ يا شپه نه وه،چې پکې د خداى له اړخه راته ډالۍ نه راتله.))
١٠٠٩_ له پېغمبرسره د ( ٧٢) ټکيو علم :
امام صادق وايي : حضرت عيسى ته دوه ټکي (له الهي علمه) ورکړل شوي ول اوله هماغه دوه ټکيو سره يې کار کاوه.حضرت موسى ته يې څلور ټکي،حضرت ابراهيم ته ( ٨) ټکي،حضرت نوح ته یې پینځلس، حضرت آدم ته یې (٢٥) ورکړي ول،چې خداى هغه ټول دپېغمبر(ص) په وجود کې راټول کړي ول . د خداى اعظم نوم ( ٧٣) ټکي دی،چې خداى (٧٢) يې د خداى رسول ته ورکړل ؛خو يو يې ور نه کړ.
-
ټیګونه:
- سنن النبی