د زهد او ژر تېرې دنیا د رټنې په باب د حضرت علي (ک) د وینا یوه برخه له دنیا مو ډاروم؛ ځکه په کومي کې خوږه او په لیدو کې تکه شنه او د ځاني غوښتنو په شپول کې پرته ده او داچې نغده ده؛ نو زړه منونکې او سترګې خوږوونکې ده، له اوږدو […]
د زهد او ژر تېرې دنیا د رټنې په باب د حضرت علي (ک) د وینا یوه برخه
له دنیا مو ډاروم؛ ځکه په کومي کې خوږه او په لیدو کې تکه شنه او د ځاني غوښتنو په شپول کې پرته ده او داچې نغده ده؛ نو زړه منونکې او سترګې خوږوونکې ده، له اوږدو هیلو ډکه او تېر ایستونکی سینګار لري؛ خو ښادي یې نه پاییږي او هېڅوک یې له زیانه خوندي نه دي . ډېره غولوونکې، زیان رسوونکې، زوالېدونکې، تېرېدونکې، پای ته رسېدونکې او وژونکې ده. که ورباندې زړه بایلېدونکي هیلو ته ورسوي،تردې به هاخوا تللې نه وي، چې خدای تعالی (د دنیوي ژوند په هکله) وایي: (( هغوی ته دنیوي ژوند له اوبو سره، چې له آسمانه یې وروو،ورته کړه او په دې اوبو د ځمکې شنېلي (زرغونیږي او) یو له بل سره ګډېږي؛ خو تر څه وخت وروسته وچېږي او بادونه یې هرې خواته خپروي او خدای پر هر څیز لاسبری دی[1]))
هر څوک چې د دینا له ښادۍ برخمن شوی؛ نو وروسته یې ژړلي، چاته یې چې په خوشحالیو ورمخه کړې؛ نو په سختیو او بدیو یې ورشا کړې ده، پر چاچې د سوکالۍ باران ورېدلی؛ خو ورپسې د کړاوونو ورېځ ورباندې غرېدلې ده.
که [دنیا] ګهیځ مهال د چا مرستې ته وردانګلې وي؛ نو ماښام [ تر یو ټندې شوه او] بیا یې هډو ونه پېژانده، که یوه خوا یې خونده وره او خوږه ده؛ خو بله خوا یې ترخه او وبا راولاړوونکې ده. که څوک یې [ د شپې] د امن او ارامۍ تر وزرونو لاندې ويده شي؛ نو ګهیځ به په وحشتانکو ډارونو کې سترګې وغړوي. دنیا سخته غولوونکې ده او څه چې پکې دي، تېر ایستونکي دي، فانی ده او څوک چې پکې دي، د فنا جام به وڅښي، بې له تقوا بله توښه یې ګټوره نه ده.
څوک چې له دنیا لږه توښه واخلي؛ نو د خوندیتوب ډېرې وزلې به یې ترلاسه کړې وي او څوک چې ډېره توښه واخلي ورته نه پاییږي او ژر یې له منګولو وځي، کومو کسانو چې زړه ورپورې تړلی و،ناڅاپه یې د کړاوونو تراخه ورباندې وڅښل او کوم چې ورباندې ډاډمن ول، پر ځمکه یې راوپرځول او ډېر کسان چې په احتیاط ورسره چلېدل، ويې غولول. ډېر د هیبت او دبدبې خاوندان یې سپک او ناڅیز کړل او ډېر کبرجن یې وږي او بینوا کړل او د ډېرو تاج والاو لاسونه و پښې یې وتړلې را و یې پرځول. سلطنت او واکمني یې خواري، ژوند یې بدمرغي، خوندور یې تروه او خواږه یې تراخه دي!
ژوندی یې د مرګ او روغ یې د ناروغۍ او سرلوړي یې د راپرځېدو په درشل کې ده . پاچاهي یې له لاسه وتوونکې او عزتمن یې ماتې خوړلې دی، آرامي یې سپېره او پناه وروړونکی یې لوټ شوی دی. او په دې ټولو ( بدمرغیو او فلاکتونو) پسې د مرګ سختۍ او چغې دي او بلې نړۍ ته د ورتلو ډار او د عادل واکمن پر وړاندې درېدل دي (( چې بدکارانو ته یې د بدو کړنو له امله سزا ورکړي او نېکانو ته یې د نېکو کړنو له امله بدله ورکړي[2]))
مګر تاسې د هغوی په کورونو کې مېشت نه یاست، چې تر تاسې اوږد عمري ول؛ نښې او اثار یې خورا څرګند،وګړي او لښکر یې تر تاسې ډېر او په دښمنۍ کې ډېر سخت ول؟
څومره یې دنیا ونمانځله او څومره یې غوره کړه؛ خو په پای کې په ذلت ترې وکوچېدل . آیا ستاسې هم همدا ټاکنه ده؟! تاسې هم دا ( بې اعتباره او بې وفا) دنیا غوره کوئ؟!
حرصناک ورته وسئ؟! پر دنیا زړه تړۍ؟! خدای تعالی وایي: (( څوک چې د دنیا ژوند او ښکلا غواړي؛ نو د کړنو (بدله) یې همدلته پوره ورکوو او په دې بدله کې هېڅ کمی ورسره نه کېږي؛ خو په آخرت کې بې له اوره څه (برخه) ورته نشته او څه یې چې په دنیا کې ( د غیر الله لپاره) کړي ول، ګرد سره تویې شوي اوڅه یې چې کړي، باطل او بې اغېزېږي[3].))
نو دا دنیا هغه ته بد کور دی، چې بدوینی ورته نه وي او یا پکې ډارېدونکی نه وي؛ نو پوه شئ – که څه پخپله پوهېږئ – چې له دنیا به کډه پر سر شې او په رښتیاچې دنیا همداسې ده، چې خدای یې په اړه ویلي دي: (( پوه شئ په حقیقت کې د دنیا ژوند یوه لوبه، ساتېري، سینګار او ترمنځ مو یو پر بل ویاړل او په شتمنیو او اولادونو کې ډېروالی دی[4]))
د هغوی له تاریخه پند واخلئ، چې ساتېرۍ ته یې پر هرې هسکې نښه ایښووله ( او له ځانه یې یادګار پرېښووه) چې ښایي تل ترتله پاتې شي او همدا راز له هغوی پند واخلئ، چې (په غرور)یې ویل (( څوک تر موږ ډېر زورور دي[5] .)) او له هغو وروڼو عبرت واخلئ، چې و مو لیدل، څنګه یې قبرونو ته یووړل، بې له دې چې سپرلۍ ورته وویل شي او قبرونو ته یې ورکوز کړل ، بې له دې چې مېلمانه یې وګڼي، قبرونه یې پټنځي، خاورې یې کفنونه او وراسته هډوکي یې ګاونډیان شول؛ داسې ګاونډیان، چې بې خولې دي، غږ یې نه ځوابوي، نه د کوم ستم مخه نیوای شي،نه د چا لیدو ته ورځي او نه یې څوک لیدو ته راځي؛ لیده کاته نه کوي. زغمناک دي،کینې یې له سینو وتلي، ناپوهه ( او له هر څه ناخبره) دي، رخې یې له زړونو پاکې شوي، له زیانه یې ډار نشته او دفاع ته یې څه هیله، ته وا بیخي نه ول! لکه چې خدای ویلي: (( نو د ا یې (نړېدلې) مېنې دي، چې تردوی وروسته پکې بې له ډېر لږ شمېر خلکو څوک اوسېدلي نه دي او موږ یې وارثان یو[6])) د ځمکې پر مخ د اوسېدو پر ځای یې دننه په ځمکه کې مېشت شول او د پراخۍ پر ځای په تنګه کې پرېوتل، له کورنۍ او خپلوانو سره د اوسېدانې پر ځای یې غربت او مسافري خپله کړه او رڼا یې پر تیارې بدله کړه؛ لکه څنګه چې لغړ دنیا ته راغلي ول، هماغسې ترې ولاړل، یوازې له خپلو کړنو سره تلپاتې ژوند ته وکوچېدل، خدای تعالی وایي: (( په کوم ډول، چې لومړی ځل پیدایښت مو پیل کړی و،په هماغه شان به بیا وکړو، دا راباندې یوه وعده ده، چې هرومرو یې ترسره کوونکي یو[7].))
[1] [کهف (۱۸) – ۴۵ آیت ]
[2] [نجم (۵۳) – ۳۱ آیت)]
[3] [هود (۱۱) – ۱۵ او ۱۶ آیتونه:]
[4] [حدید (۵۷) -۲۰ آیت:]
[5] (۴۱) – ۱۵ آیت:]
[6] [قصص (۲۸) – ۵۸ آیت: ]
[7] [انبیا (۲۱) – ۱۰۴ آیت:]
سرچینه
د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه
لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور
ژباړه اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com