دزړۀ زنګ په بل صيقل نه لرې کيږي په دوستۍ يي د علي ده مصــــــــــقلي[1] د حضرت علي دوستي هغه حسنه ده،چې سيئات سوځوي ( کنوزالحقايق :٦٢ مخ ) حضرت ديلمي د خداى له نبي روايتوي، چې وايي : (( د علي مينه هغه حسنه ده،چې درلودل يې يوه ګناه هم تاوان نه دررسوي . […]
دزړۀ زنګ په بل صيقل نه لرې کيږي
په دوستۍ يي د علي ده مصــــــــــقلي[1]
د حضرت علي دوستي هغه حسنه ده،چې سيئات سوځوي
( کنوزالحقايق :٦٢ مخ ) حضرت ديلمي د خداى له نبي روايتوي، چې وايي : (( د علي مينه هغه حسنه ده،چې درلودل يې يوه ګناه هم تاوان نه دررسوي . ))
( کنوزالحقايق : ٦٢ او ٦٣ مخونه ) بيا له ديلمي روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وايي :د علي دوستي ګناهونه سوځوي؛لکه څنګه چې اور خس سوځوي . ))
( رياض النضره :دويم ټوک،٣١٥ مخ ) ، ( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٨ مخ ) ، (د بغداد تاريخ : څلورم ټوک،١٩٤ مخ او درېم ټوک،١٦١ مخ ) په دې اړه روايتونه راوړي،چې په وروستي کې يې راغلي : د خداى استازی وپوښتل شو : آيا له پل صراط او اور له تېرېدو لپاره جواز _ پل _ شته ؟ و يې ويل : (( د علي بن ابيطالب دوستي او مينه . ))
(صحيح ترمذي :2ټوک:301 مخ ) پر خپل سند له حضرت علي روايت کړى دى، چې رسول اکرم د حسن او حسين لاس نيولى و او خلکو ته يې وويل : (( څوک چې له دې دوو او ددې دوو له مور و پلار سره مينه وکړي؛نو د قيامت پر ورځ به له ما سره او زما پر درجه وي.))
دا روايت عبد الله د احمد بن حنبل زوى د خپل پلار د مسند په زياتونو کې (لومړى ټوک ؛77 مخ ) ،خطيب بغدادي ؛ تاريخ :3ټوک،287 مخ ، ابن حجر عسقلاني؛ تهذيب التذيب :10 ټوک،430 مخ کې نقل کړى دى او عسقلاني ددې روايت تر نقلولو وروسته ويلي دي : ابوعلي بن صواف له عبد الله بن احمد نه نقل کړي، چې و يې ويل : چې کله دا روايت نصر بن علي حديث کړ؛نو متوکل حکم وکړ، چې هغه 1000 کوړې ووهئ ؛جعفر بن عبدالواحد يې واسطه شو او متوکل ته يې وويل :هغه شيعه نه دى؛بلکې سني دى او دا خبره يې دومره تکرار کړه،چې متوکل له خپل هوډه لاس واخست .
دا روايت متقي؛کنزالعمال :6ټوک،217 مخ او د 7ټوک په 102 مخ کې وايي :دا روايت طبراني له حضرت علي روايت کړى دى او بيا يې په 7ټوک کې ويلي : ترمذي،عبدالله بن احمد بن حنبل د خپل پلار د مسند په زياتونو کې،نظام الملک په امالي کې ،ابن النجار او سعيد بن منصور هم روايت نقل کړى دى؛خو کنزالعمال په دې عبارت راوړى دى : چاچې له دوى سره مينه وکړه؛نو له ما سره به يې مينه کړې وي او چاچې له دوى سره دښمني وکړه ؛نو راسره به يې دښمني کړې وي او په اخر کې يې ويلي : دا حديث ابن عساکر له زيد بن ارقم څخه هم نقل کړى دى .
( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه او (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک ،١٤٩ مخ ) او ابونعيم د حلية د درېم ټوک په ٢١١ مخ، خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ: څلورم ټوک،١٥٩ مخ، ابن اثيرجرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ او سيوطي په درالمنثور کې د ( قل لا اسئالکم ) تر آيت لاندې راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( له خداى سره يې د نعمتونو له امله مينه وکړئ،له ماسره د خداى له امله او له اهلبيتو سره مې زما له امله مينه وکړئ . )) او د وينا له مخې يې ترمذي، طبراني، حاکم او بيهقي راوړى دى .
( د بغداد تاريخ:دويم ټوک،١٤٦ مخ ) وايي : رسول اکرم وايي : (( زما شفاعت د هغوى لپاره دى،چې له اهلبيتو سره مې مينه کوي . ))
سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې او د هغه د وينا له مخې احمد، ترمذي، نسايي، حاکم،محب طبري ( ذخاير :٩ مخ )، طبراني، او خطيب بغدادي د ابي الضحى له لارې د حضرت ابن عباس له لارې او همداراز له ابي الضحى له مسروق له عايشې بي بي روايتونه نقل کړي،چې حضرت عباس، پېغمبراکرم (ص) ته ګيله وکړه، خلک،چې موږ بني هاشم له لرې ويني؛نو يو له بل سره پسپسکي کوي او چې ورنږدې شو؛نو چوپ شي او لنډه دا چې ستا نبوت او رسالت ددې لامل ګرځېدلى،چې خلک راسره په زړونو کې کينه واخلي . پېغمبراکرم (ص) دومره خپه شو،چې پر تندي يې خولې راماتې شوې او ويې ويل : (( پر خداى قسم،چې د هغوى په زړه کې به ايمان نه وي او خير به و نه ويني چې درسره مينه ونه کړي . ))
په يو بل نقل کې راغلي : (( پر خداى چې ايمان به ونه لري،چې راسره تر ځانه، له اهلبيتو سره تر خپلو اهلبيتو، له عترت سره تر خپل عترت او له ځوځات سره مې تر خپلې ځوځاته ډېره مينه ونه کړي . ))
دا روايت هيثمي هم د مجمع د لومړي ټوک په ٨٨ مخ کې راوړى او د هغه وينا له مخې،طبراني هم په کبير او هم اوسط او همداراز شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې، ديلمي، طبراني، ابوالشيخ په نورالابصار ( ١٠٣ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ديلمي، طبراني،ابوالشيخ، ابن حبان او بيهقي هم نقل کړى دى .
( کنزالعمال :دويم ټوک،٥٦ مخ ) : (( پينځه څيزه دي،چې که چا ته روزي شول؛نو په آخرت کې به د عمل د نه کولو لپاره هېڅ پلمه نه لري : ١_صالحه کورودانه .٢_نېک اولاد .٣_ښه خوى .٤_ په وطن کې معيشت .٥_ له اهلبيتو سره مينه . ))
دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېم ټوک په٤٥٩ مخ کې نقل کړى او د وينا له مخې يې ديلمي هم په الفردوس کې نقل کړى دى .
( کنزالعمال : اووم ټوک،٢١٢ مخ ) د قيامت پر ورځ به د خداى بنده ګام پورته نه کړي؛خو دا چې د څلورو څيزونو پوښتنه ترې نه وي شوې : ١_ عمر چې څنګه دې تېر کړ .٢_ بدن چې په کوم کار دې واچاوه . ٣_مال، چې له کومه دې راوړى او په کوم ځاى کې دې لګولى دى .٤_ د اهلبيتو مينه .
دا روايت طبراني له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او هيثمي د مجمع د لسم ټوک په ٣٤٦ مخ کې نقل کړى دى .
( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢٧٨ مخ ) : خپل اولاد مو پر درې څيزونو ادب کړئ :١_له پېغمبر سره مينه .٢_له اهلبيتو سره مينه .٣_د قرآن قرائت، چې د قرآن د حاملانو ناسته پاسته به د خداى تر سيوري لاندې له انبياوو او اصفياوو سره وي؛ پر هغه ورځ، چې يو سيورى به هم نه وي . بيا متقي وايي : دا حديث ابونصر عبدالکريم شيرازي د فوايد په کتاب کې او ديلمي په فردوس کې له ابن النجار څخه، مناوي د فيض القدير د لومړي ټوک په ٢٢٥ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى .
زمخشري په کشاف کې د شورى سورت د مودت آيت تر تفسير لاندې د رسول اکرم وينا راخستې،چې وايي : شهيد دى څوک چې د آل محمد په مينه ومري .پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به بښل شوى له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به تائب له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به مؤمن او په بشپړ ايمان له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ ته به ملک الموت د جنت وعده وکړي او بيا انکر او منکر . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته بيول کېږي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي له قبره به د جنت په لور دوه سيوري جوړ شي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي قبر به د د پرښتو زيات وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به پر سنت او جماعت له دنيا تللى وي . پوه شئ ! د قيامت پر ورځ به يې له آل محمد سره د کينه کښ پر تندي ليکلي وي : د خداى له رحمته نهيلى او پوه شئ ! له آل محمد سره کينه کښ کافر له دنيا تللى او ان د جنت بوى به هم حس نه کړي.
( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٧٢ مخ او لسم ټوک :٢٨٢ مخ ) (کنوزالحقايق :٥ مخ ) (ذخاير العقبى :٨١ مخ ) ( شبلنجي ؛نورالابصار : ١٠٣ مخ ) روايتونه نقل کړي،چې د ټولو نچوړ دادى : د خداى نبي وويل : هېڅکله زما له اهلبيتو مه غافلېږئ،چې که څوک زما د اهلبيتو په مينه له خداى سره ملاقات وکړي؛نو په شفاعت به يې جنتي کړي او پر خداى چې زموږ د حق له پېژندو پرته يو عمل هم ګټه نه لري او څوک چې موږ د دنيا لپاره غواړي؛نو هېڅ يې هم نه دي کړي او که چا د خداى له امله راسره مينه وکړه؛نو ددې دوو ګوتو ( د شهادت دوه ګوتې يې يو ځاى کړې ) په څېر به يو ځاى جنت ته ننوځو او پر پل صراط به يې پښه نه ښوېيږي،چې له اهلبيتو سره يې مينه ډېره وي او له مؤمن پرته له اهلبيتو سره څوک مينه نه کوي او له منافق پرته څوک له اهلبيتو سره دښمني نه کوي او له آل محمد سره يوه ورځ مينه تر يوه کال عبادت غوره ده .
(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت زيد بن ارقم د خولې وينا را اخلي،وايي : رسول اکرم (ص) د ايمان په اړه وينا کوله او و يې ويل : (( څوک چې غواړي ژوند او مړينه يې زما د ژوند او مړينې په څېر وي او په هغه جنت کې راسره مېشت شي،چې خداى يې وعده راکړې؛نو له علي بن ابيطالب سره دې مينه وکړي؛ځکه هغه به مو هېڅکله بې لارې نه کړي . ))
دا روايت حاکم صحيح ګڼلى او ابو نعيم د حلية د څلورم ټوک په ٣٤٩ مخ له دوو لارو او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٥ مخ کې او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې هم نقل کړى دى .
( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت عمار ياسر د خولې وينا را اخلي،وايي : د خداى له استازي مې واورېدل، چې حضرت علي ته يې وويل : (( علي ! څومره بختور دى هغه چې درسره مينه کوي او ستا په اړه رښتيا ووايي او هغه دې پر خپل حال وژاړي،چې درسره دښمني کوي او ستا په اړه دروغ ووايي . ))
دا روايت خطيب بغدادي د د بغداد تاريخ د نهم ټوک په ٧١ مخ کې له دوو لارو او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٣٢ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢١٥ مخ او د ذخاير په ٩٢ مخ کې يې هم راوړى دى .
( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٦ مخ ) په خپل سند له زيد بن وهب له حذيفه (رض) او هماغه په ٨٦ مخ کې په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه او همداراز کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په دواړو روايتونو کې راغلي: رسول اکرم (ص) وويل : (( که څوک غواړي زما په څېر ژوند ولري او زما په څېر ومري او د پالونکي په راکړ شوي جنت کې مېشت شي؛نو تر ما وروسته بايد له علي او دوستانو سره يې مينه وکړي او تر ما وروسته د امامانو لاروي وکړي،چې ټول زما عترت دي؛ځکه هغوى زما له خټې جوړ شوي او ځانګړې پوهه يې رزوي شوې ده او زما په امت کې دې هغه پر خپل حال وژاړي،چې فضائل يې دورغ وګڼي او زما لورنه پرې پرېکړي او داسې خلک به خداى زما له شفاعته برخمن نه کړي . ))
( اصابه:درېم ټوک،لومړى قسم،٢٠ مخ او شپږم ټوک،٣٣٥ مخ ) ، (کنوز الحقايق :١٠١ مخ ) ، ( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٥ مخ) ، (اسدالغابه :دويم ټوک،١٠١ مخ)،(هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١١ او ١٢١ مخونه)،(کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٤ او ١٥٨مخونه ) ، (د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،١٠٢ مخ ) او ذخاير العقبى په ٩٢ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې موږ د لڼديز لپاره يوازې د د بغداد تاريخ روايت راخستى،چې وايي: د خداى له استازي مې واورېدل،چې حضرت علي ته يې وويل : (( علي ! مينوالو ته دې همدومره بس،چې په ځلکدن کې حسرت، په قبر کې وحشت او د قيامت پر ورځ ډار نه لري . ))
( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٧ مخ ) له حضرت ابن عباس (خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،٤٠ مخ ) له پينځو لارو له حضرت ابن عباس څخه ( محب طبري؛رياض النضره:دويم ټوک،١٦٦ مخ ) ( علي بن سلطان؛مرقات : پينځم ټوک،٥٧٣ مخ ) ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٠ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې له حضرت عثمان بن عوف څخه روايت دى، چې وايي : يو سړي سلمان (رض) ته وويل : علي درباندې څومره ګران دى ! ورته يې وويل : د خداى له استازي مې اورېدلي : له علي سره مينه له ما سره مينه ده او له علي سره دښمني له ما سره دښمني ده . )) او د هماغه ټوک په ١٤٢ مخ کې يې له حيان اسدي روايت دى،چې له علي مې واورېدل : رسول اکرم (ص) راته وويل : (( امت به تر ما وروسته درسره دښمني کوي او چې ته ژوندى يې زما پر دين به يې او زما پر سنت به وژل کېږې او څوک چې درسره مينه کوي؛نو راسره يې کړې ده او څوک چې درسره دښمني کوي؛نو راسره يې کړې ده او ډېر ژر به دا په دې رنګينه شي؛يعنې ږيره به دې د سر پر وينو رنګينه شي . ))
دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧ مخ ) کې هم راوړى او دارقطني د افراد په کتاب کې يې حاکم او خطيب ته نسبت ورکړى دى .
( حلية الاولياء:لومړى ټوک،٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي برزه روايتوي چې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : خداى راته وويل : ته بايد راسره ژمنه وکړې . ورته يې وويل : کومه ژمنه؟ ويې ويل : واوره . ويې ويل : وايه چې غوږ مې دى . خطاب راغى : علي د هدايت بيرغ او زما او د اولياوو امام دى، د هغه رڼا ده،چې زما لاروي کوي، هغه ټکى دى،چې يو متقي هم ترې بېلتون نه لري؛نو څوک چې ورسره مينه وکړي؛نو له ماسره به يې کړې وي او چا چې ورسره دښمني وکړه؛نو راسره به يې کړې وي او پر علي ددې مقام زېرى وکړه . علي ته راغلم او زېرى مې پرې وکړ، چې ويې ويل : رسول الله ! زه د خداى بنده او د قدرت په واک کې يې يم؛نو که پر عذاب مې کړي؛نو زما د ګناه له امله به وي او د مقام زېرى،چې تا يې راکړ،د خداى پېرزو او لورنه ښيي؛بيا يې حجابونه زما له سترګو پورته کړل او کوم کړاوونه يې،چې علي ته ځانګړي کړي ول، د يو صحابي لپاره مې هم نه وو؛نو ومې ويل : پالونکيه ! د ورور مې مل شه ! راته يې وويل :دا هر څه ورته تقدير شوي دي او هغه به پردې ککړ شي او خلک هم به پرې و ازمېيل شي .
( د بغداد تاريخ :ديارلسم ټوک،٣٢ مخ ) حضرت له عبدالله بن مسعود (اسدالغابه : څلورم ټوک،٣٨٣ مخ ) له ابوالجحاف داود بن ابي عوف له معاوية بن ثعلبة الجماني او همدا سند ابن حجر د اصابه د شپږم ټوک د لومړي قسم په ٢٠٥ مخ کې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : رسول اکرم (ص) وويل : (( ټولو هغوى ته د علي بن ابيطالب پر ولايت وصيت کوم،چې زما پر نبوت ايمان لري،چې که چا ورسره مينه وکړه؛نو له ما سره يې کړې او چا چې راسره مينه وکړه؛نو له خداى سره يې مينه کړې ده او که چا ورسره دښمني وکړه؛نو ما سره يې دښمني کړې او ما سره دښمني له خداى سره دښمني ده . ))
( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧،١٥٨،٣٩١،٣٩٩ مخونه او همداراز د اووم ټوک ١٤٠مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٢٩،١٣١ او ١٣٣ مخونه ) ، (رياض النضره : دويم ټوک،٢١٤،١٦٦،٢٠٩،١٣٣ مخ ) او خصايص نسائي په ٢٨ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې له حضرت علي سره پر دښمنۍ او دوستۍ سربېره پکې دا هم راغلي،چې يوازې مؤمن له حضرت علي سره مينه کوي او يوازې منافق ورسره دښمني کوي .
( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٦ مخ ) له حوشرة بن محمد بصري روايتوي،چې وايي : يزيد بن هارون واسطي مې تر وژل کېدو څلور شپې وروسته په خوب کې وليد؛نو ومې پوښت،چې څه يې درسره وکړل ؟ راته يې وويل : حسنات مې قبول او ګناهونه مې وبښل شو او د ګناهونو ناوړه اغېزې مې هم له منځه ولاړې ( بيا دوام ورکوي تر دې چې وايي : ) د انکير او منکر کيسه څنګه وه ؟ ويې ويل : هو ! قسم پر هغه خداى،چې بې له هغه بل معبود نشته؛زه يې کېنولم او د پالونکي په اړه يې وپوښتلم ( بيا همداسې وايي، تردې چې وايي : ) يو له هغوى دوو ځنې وپوښتلم : خپل احاديث دې له حريز بن عثمان روايت کړي ؟ ورته مې وويل :هو هغه موثق سړى و او احاديث يې د ډاډ وړ وو . و يې ويل :سمه ده، چې ډاډمن و؛خو له علي سره يې دښمني کوله؛نو د خداى دښمن هم و .
( هيثمي؛ مجمع :نهم ټوک،١٢٩ مخ ) حضرت ابو رافع وايي : رسول اکرم(ص) د حضرت علي په مشرۍ يو لښکر يمن ته ولېږ او د اسلم د ټبر عمرو شاس هم پکې و؛نو چې له جګړې راستون شو؛نو په حضرت علي پسې يې خوله راوسپړله . رسول اکرم(ص) ورپسې يو کس ولېږه، چې را يې ولئ، چې راغى؛نو رسول اکرم (ص) ورته وويل : په علي پسې بد مه وايه . آيا په دې سفر کې دې ترې بد ليدلي،چې داسې دې ورپسې خوله راسپړلې . عمرو ورته وويل : نه . رسول اکرم (ص) ورته وويل :نو دا د څه خبرې دي ؟ و يې ويل : له علي سره دښمني مې په خپل واک کې نه ده . د خداى استازى سخت غوسه شو او يې ويل : (( چا چې له علي سره دښمني وکړه؛نو له ما سره يې کړې ده او چا چې له ما سره دښمني وکړه؛نو له خداى سره يې کړې ده . ))
[1] . ارمغان ٦٣٧ مخ