تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ    د ستر نړۍ پالونکي څښتن په شتون کې؛ د خوشحالۍ پر لور ګامونه   ليکوال: جي پي واسواني   ژباړن:  ډاکټر ذبيح الله اقبال         ولې ښه انسانان هم د خپګان ښكار کېږي؟  په هر ځاى كې چې کېنې، ټول يوه خبره كوي، وايي: موږ صداقت درلود او خورا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

 

د ستر نړۍ پالونکي څښتن په شتون کې؛

د خوشحالۍ پر لور ګامونه

 

ليکوال: جي پي واسواني

 

ژباړن:  ډاکټر ذبيح الله اقبال

 

 

 

 

ولې ښه انسانان هم د خپګان ښكار کېږي؟

 په هر ځاى كې چې کېنې، ټول يوه خبره كوي، وايي: موږ صداقت درلود او خورا زحمتونه مو و ګالل، چا ته مو د خس هومره ضرر هم نه دى رسولى، له چا سره مو بد هم نه دي كړي، څومره چې مو له لاسه كېدل، له خلكو سره مو ښه كړي؛ خو بيا هم غمونه دي او زموږ ګرېوان. دا ولې؟

يو ځوان مې راياد شو، چې په “بمبۍ” كې يې لوى كاروبار درلود او ورسره به يې مانیزو چارو ته هم خورا ارزښت وركاوه. خپل كاروبار يې خپلو مرستيالانو ته ورسپارلى و؛ خو په هغوى كې سړيتوب نه و او له دې ځوان سره يې ټګي وكړه. همدا و، چې ځوان د تاوان په سيند كې لاهو شو، خپل كاروبار يې “بمبۍ” كې پرېښود او “امريكا” ته ولاړ، چې هلته يې يو پلورنځى پرانست؛ خو همداسې یې بدمرغي مل وه، چې يوه ورځ دوه وسلوالو یې پر پلورنځي يرغل وكړ او هر څه يې ترې يووړل او سړي يې د پولۍ پړك ته کېناوه.

دې ځوان په يو ليک كې راته وليكل: ولې له ما سره داسې کېږي او داسې پېښې راپېښېږي؟ زه خو هر مهال دعاوې کوم، هسک نړۍ پال څښتن يادوم او مرسته ترې غواړم او هر سهار چې پاسم، دعا كوم او ټوله ورځ هسک نړۍ پال څښتن يادوم، د هټۍ له پرانستو مخکې هم دعا كوم، د ورځې او كاروبار په ترڅ كې او د شپې تر ويدو كېدو د مخه هم دعا كوم؛ زما ازار خو ان يو مېږي ته هم نه دى رسېدلی، له چا سره مې درغلي هم نه ده كړې، كله مې هم خيانت نه دى كړى؛ نو په دې ټولو خلكو كې ولې غمونو او بدو پېښو يواځې زما ګرېوان ته لاس رااچولى دى؟

په “سنګاپور” كې د “يوګا” د ټولنې له فعالو غړيو يوه پېغله وه، چې پر هسک نړۍ پال څښتن ميېنه وه؛ څو ورځې مخكې له خپلې كورنۍ سره د زيارت لپاره “هند” ته راغله. هلته يې له ډول ډول عارفانو او ښو خلكو سره وليدل؛ زيارتونه يې وكړل او بېرته “سنګاپور” ته ستنه شوه، تر ستنېدو يې څو ورځې روسته د كار دفتر اور واخست او ټول مهم اسناد يې وسوځېدل. پېغلې حال دا، ژړل او اوښكې يې تويولې، وويل: ولې بايد داسې پېښې ماته راپېښې شي؟ زه خو زيارتونو ته تللې وم، له ښو ښو خلكو سره مې كتنې وكړې؛ نو اخر زه ولې؟

ځينې داسې انګېري، چې هسک نړۍ پال څښتن موږ ته ځانګړې دندې راكړي، چې كه ترسره مو نه کړې، يا به پخپله او يا به مو د كورنۍ غړي ددې كار سزا وګوري.

 

د خپګان پرمهال څه وكړو ؟

كه موږ خپل اند او ذكر پر غم راټول كړو؛ نو وړوكى غم به هم راته غر ښكاري؛ نو ښه به دا وي، د غم پرمهال د خپلو نعمتونه او شتمنۍ په هکله فكر وكړو. زما په خيال موږ په ژوند كې داسې نور څيزونه هم لرو، چې له لامله يې بايد د هسک نړۍ پال څښتن شكر وباسو.

يو كاغذ را واخلئ او ټول هغه بركتونه او نعمتونه چې لرئ، پكې يې وليكئ.

 يو سړى پېژنم چې له صفره يې كار پيل كړ او پخپل كار كې مشهور شو او ډېرې يې وګټلې؛ خو ناڅاپه يې تاوان ملا ماته كړه.

دې ځوان د هر څه دمخه كاغذ راواخست او ټول هغه نعمتونه يې پکې وليکل چې درلودل يي؛ و يې ليدل، چې تر اوسه په ژوند كې لا دومره څه لري، چې خوشحاله ووسي او شكر وباسي. هغه د زړه له كومې او پر اخلاص نوې كار پيل كړ او له پخوا هم خورا مشهور شو او ژوند يې ښه تېرېده.

كه خپل نعمتونه او بركتونه وشمېرو؛ نو غمونه به مو لږ شي.

راځئ په ټول ژوند كې د هسک نړۍ پال څښتن شكر وباسو. راځئ شكر خپل روږد كړو او په هر كار او قدم كې له هسک نړۍ پال څښتنه مننه وكړو، ان په نهيلۍ، وېره، تشويشونو او غمونو كې مو بايد د زړه له كومي غږ را پورته شي: خدايه! ستا شكرونه! نو همغه مهال به وي، چې زړه به مو ټکور او هوسا شي.

كه د ژوند په هر پړاو کې مو هسک نړۍ پال څښتن ياد و؛ نو په حقيقت كې دا د هسک نړۍ پال څښتن يادونه او د شكر يو پوړ دى، چې پخپلو لاسونو يې د هوساینې د هسکو څوكو پر لور جوړو.

د يوې ښځې مېړه ډېر رنځور و، ډېرو رنځورپوهانو ته يې ښوولی و؛ خو له درمله يې بېوسه ول او ځواب يې دا و: مېړه يې چې ډېر ژوندى پاتې شي، شپږ مياشتې به وي. دې ښځې پر هسک نړۍ پال څښتن کلک ايمان درلود او هره ورځ يې دعاوې كولې او شكرونه يې ايستل: خدايه! شكر، ستا شكرونه دي، چې تر اوسه دې زما مېړه ته شفا وركړې او روغ دى.

خپلو دعاوو ته يې دوام وركړ؛ خو د مېړه په څېره كې يې د روغتيا نښې نه ليدل كېدې. څو مياشتې روسته يې چې بيا مېړه د معاينې لپاره رنځورپوهانو ته وښود، رنځورپوهانو په حیرانتيا وويل: دا معجزه ده، چې روغ شوى يې، زموږ له ځواک پرته بل ځواک شفا دركړې ده.

په هر كار، مهال او شرايطو كې د هسک نړۍ پال څښتن شكرونه وباسئ؛ ځكه دا كار د انسان زړه، د هسک نړۍ پال څښتن د مرستو او درملونکيو ځواکونو اغېزې ته چمتو کوي.

آریزه خبره دا ده، چې موږ بېلابېلو ښوونځیو او مذهبونو ته اړتیا نه لرو؛ بلكې عمل ته اړتیا لرو. آيا د خپلو مشرانو پر خبره مو عمل كړى دى؟

 څو ورځې مخکې مې له يوې ښځې سره ولیدل، چې د لږ لیک لوست خاونده وه؛ ډېر كتابونه يې هم نه وو لوستي. ډېره سخته ملا دردې وه او له همدې لامله کېناستې هم نشوه؛ خو بيا هم، تل موسکۍ وه او ويل يې: دا پېښه، بايد ما ته راپېښه شوې وه؛ ځكه ايمان لرم، چې په دې پېښه کې يوه زده کړه راښوول کېږي، چې د روح په وده او تكامل كې مې مرسته كوي.

كه ايمان مو درلوداى، چې هسک نړۍ پال څښتن مو پر ټولو چارو څارنه لري؛ نو له ډېرو چارو به مو لاس اخستی و. دا زموږ د خپلو کړنه پايله ده، چې غمونه راباندې راځي. هر کړنه، غبرګون لري، كه بد مو وكړل؛ نو غبرګون به يې هم بد وي او كه ښه مو وكړل؛ نو غبرګون به يې هم ښه وي. د کړنې او غبرګون قانون د Karma په نوم يادېږي.

هسک نړۍ پال څښتن تعالى ددې نړۍ او طبيعت د نظم لپاره خورا ډېر قانونونه ټاکلي، چې ځينې يې؛ لكه د ځمكې د جاذبې قانون او د وينې د ګرځېدو قانون دى، چې په انسان پورې اړه لري؛ خو د Karma قانون په ټوله نړۍ کې، د ژوند په ټولو چارو كې؛ له وړكي تر غټه او له ښكاره تر پټه، ډېر دقيق عمل كوي.

 د Karma قانون يو طبيعى قانون دى او هر څه پكې دي. كه پاك فكر وكړئ، پاك به ياست. كه فكر مو وكړو او تلقين مو كړل، چې رنځور یې؛ نو رنځور به شئ.

څو كاله مخکې پر څو بنديانو د هغوى تر خوښۍ اخستو روسته ((پر بدن د فكر اغېز )) باندې ازمېينه وشوه، چې په دې ازمېينه كې د يو بندي پر شا د لرګي چاقو راښكودل شو او ورپسې يې وينې ته ورته مايع پر شا واړوله. بندي فكر كاوه، پر چاقو يې ټپي كړی او وينه ترې بهېږي او بېسده شو.

 هو! فكر پر بدن غښتلى اغېز لري.

 څنګه چې فكر كوئ، همغسې به شئ.

د Karma دويم قانون وايي: چې څه كرئ، همغه به رېبئ.

نو تل ښه فكر وكړئ، نېكې کړنې وكړئ، چوپړ وكړئ، مینه وكړئ، بښنه وكړئ او…

 د كارما قانون وايي: دروغ مه وایئ، غلا مه كوئ، په خلكو پسې بدې ردې مه وايئ؛ كوم كار چې پخپله در کې وي، پر بل يې نيوكه مه كوئ، د خولې برغولې ولرئ، پر ناروا لارو ځان ګټو ته مه رسوئ، د بل مال ته سترګې مه خړوئ، خلك مه غولوئ، چې کله خلك غولوئ، په حقيقت كې ځان مو غولولى؛ ځكه د كارما د قانون مچۍ مو په ځان پسې راپارولې دي.

يو خټګر د يو شتمن سړي زوم و، سخر يې وويل: دا پېسې واخله او يو كور پرې راته جوړ كړه. ددې خټګر په زړه كې خيرى و او په هغو پېسو به يې دويم لمبر سېمټ او توکي پېرل. چې کله د كور كار پاى ته ورسېد، سخر يې وويل: دا كور ما خپلې لور ته (چې د خټګر ښځه وه) جوړ كړى او د واده ډالۍ يې ده.

 خټګر وويل: په حقيقت كې ما له ځان سره دوكه كړې؛ نو وګورئ چې څنګه د كارما قانون په دقيق ډول خپل كار كوي.

 را به شو دې خبرې ته چې ولې پر نېک عمله انسانانو خپګان راځي؟

 رښتيا خبره خو دا ده، چې نېک عمله انسانان كله هم نه خپه کېږي،كه پر نېک عمله انسان غم راشي؛ نو پوه دې شي، چې په زړه يا د فكر په يو ګوټ كې يې هرومرو خيرى شته، چې هسک نړۍ پال څښتن غواړي، په غم يې پاك سوتره كړي.

پر نېک عمله انسانانو سختي راځي، چې د زړه خیرى يې پر نېکۍ او ځواک واوړي؛ خو دا څنګه؟ هغه داسې چې سره زر دومره وخوټوي او ويلې يې كړي، چې څومره نانږه تکي چې پكې وي، ترې پاك يې كړي او نږه او ګران بيه او ارزښتمنه او پر هر چا ګران څيز ترې جوړ شي.

زموږ مشرانو ویلي: څه چې كرې، همغه به ريبې.

 پر “كرشنه”، “بودا”، “عيسى علیه السلام” او “حضرت محمد (ص)” باندې دومره سختۍ تېرې شوې؛ نو موږ څوك يو چې له دې سختيو او كړاونو به خوندي يو؛ نو موږ هم د خپلو کړنو په اړه پازوال يو او بايد په ياد ولرو، چې يوازې د هسک نړۍ پال څښتن رضا ترسره کېږي او موږ بايد غمونه او كړاوونه وزغمو چې پاك او نږه شو، چې په همدې پاكوالي او نېک عمل، ځان هسک نړۍ پال څښتن ته ور ورساوو، چې ټول عشق، مينه، نور، ښادي او نېکمرغي ده.

 د هسک نړۍ پال څښتن مينه تل او په هر ځاى كې وي؛ خو دا موږ يو چې نه يې وينو؛ ځكه بدو کړنو مو پر سترګو پرده اچولې ده.

 دا دردونه او غمونه؛ ځکه پر موږ راځي، چې دا پردې مو له سترګو لرې شي، چې مينه، محبت، پاکي، حقيقت او نېکمرغي پخپلو سترګو ووينو.

خپګان داسې نعمت دى، چې د هسک نړۍ پال څښتن لورنه، عقل او عشق رابرسېروي. هسک نړۍ پال څښتن راته هېښنده او ښکلې نړۍ جوړه كړې او ” هغه” غواړي، چې موږ ټول ښاد، نېکمرغه، بريالي او له هغو نېکيو خوند واخلو، چې دا نړۍ يې ترې ډكه كړې؛ خو تر ټولو مخکې موږ بايد تيارى ونيسو.

هر غم او خپګان موږ ته سبق راښيي چې كه زده مو كړ؛ نو غم به مو له منځه تللى وي؛ نو چې کله خپګان درباندې راتله او په ستونزو كې ګېر شوئ؛ نو هسک نړۍ پال څښتن ياد كړئ، ورته ووايئ: خدايه، په دې خپګان كوم سبق راكوې؟ او بيا په تمه شئ، چې ځواب مو دركړي.

 د غم او ناكامۍ يو لامل دا هم كېداى شي، چې د طبيعت کوم قانون مو لتاړلی وي؛ طبيعت ستره محكمه او پوليس نه لري؛ خو ډېر په اسانه خپل قوانين پلي كوي.

 كه زموږ افكار، وينا او کړنې له دې قانون سره اړخ ولګوي؛ نو هرومرو به هوسا او نېکمرغه وسو او ښکلی او ښاد ژوند به ولرو؛ ځكه د ژوند د مانیز قانون په پلي كولو انسان نېکمرغۍ ته رسي.

 

څنګه ځان د ژوند له آرونو سره جوخت كړو

 پخپل فكر پام کوئ! هر څنګه فكر چې مو وكړ؛ نو همغسې به كېږئ؛ نو كله چې مو ذهن ته چټل اند راغى؛ نو له خپل ذهنه يې لرې ګوزار كړئ، چې يوه لار يې دا ده، چې كله مو ذهن ته خراب اندونه راغلل، پر ځان سكونډاره ولګوئ.

حضرت “محمد”(ص) وايي: (( وسوسې به د مسافر غوندې راشي، د زړه ور به مو و ټكوي، مېلمه به راننوځي او اخر به كوربه شي. ))

تل په چارو او ذهني بوختیاوو کې له ځان سره ووايئ: ته جسم نه يې، ذهن هم نه يې، ستا وجود له غوښې، خاورې او مادې څخه نه دى جوړ شوى؛ ته مطلق او تلپاتې روح يې.

دويم: څه چې كرئ، هغه به ريبئ؛ نو خپلو وړو وړو چارو ته مو هم پام اوسه. هره ورځ يوه شېبه په ګرېوان كې سر ښکته كړئ او په چوپتيا كې يې تېره كړئ؛ په چوپتيا كې هغه چارې تر كتنې لاندې تېرې كړئ، چې په تېر شواروز كې مو كړي وي.

 ښه به دا وي، چې اپوټه خپلې چارې تر كتنې لاندې تېرې كړئ؛ د مثال په توګه: هغه چارې مو چې يوه دقيقه مخکې كړې وي، و يې څيړئ، بيا هغه چارې چې مو يو ساعت مخکې كړې وي او همداسې شاته ولاړ شئ او خپلې کړنې تر كتنې لاندې تېرې كړئ.

 په دې چوپتيا كې به پر خپلو ډېرو کړنو پښېمانه شئ او پام به مو شي، چې ځينې چارې مو چې كړي، بايد كړې مو نه واى.

 ډېرې ډېرې تېروتنې دي، چې بايد شاته واچول شي.

 توبه وباسئ او دعا وكړئ؛ نو هسک نړۍ پال څښتن تعالى به درته داسې عقل او ځواک دركړي، چې ددې چارو له تكراره مخنيوى وكړي.

درېیم: د ملګرو په ټاکنه كې ډېر پام وكړئ. كه ملګري مو ښه او خدايي ملګري وي؛ نو سپېڅلتيا او مانیزتوب به يې ستاسې ژوند ته هم راننوځي او ژوند به له مو هوساینې او الهامه ډك شي.

څلورم: هڅه وكړئ، پر څه زړه و نه تړئ، خپله دنده په ښه توګه ترسره کړئ او پوه شئ، هېڅه هم ستا نه دي.

 تاسې ددې نړۍ د تكامل په نمايش (ډرامه) كې يوازې څارن او کوونکی يې او يوازې دا دوه چارې دي، چې تاسې يې بايد وكړئ؛ لوبغاړی او كتوونكى.

 خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړئ، بې له دې چې ذهن ته مو راشي، چې زموږ پرته بل څوك هم دا دنده ترسره کوي.

 موږ ډېری داسې وايو: پلاني راسره ښه چلن نه دى كړى؛ نو زه ولې ښه ورسره وكړم؟

 نه! تاسې يوازې بايد خپله دنده ترسره کړئ او ستاسې دنده يوازې له خلكو سره ښه كول دي؛ نو همدا به وي، چې تاسې به د “كارما” له قانونه سمه اخستنه كړې وي.

كله مو چې چارې هغسې مخې ته نه ځي؛ لكه څرنګه چې مو خوښه وي؛ نو نهيلي او ستړيا راباندې لاسبرېږي او که بې له تړاو او د ثمر لپاره كار و نه کړو؛ بلكې په خلوص د هسک نړۍ پال څښتن او عشق لپاره دا كار وكړو؛ نو نهيلي به نشئ.

پينځم: تل ځان هسک نړۍ پال څښتن ته وسپارئ او ووايئ: خدايه ستا خوښي مې په كار ده، هغه دې پېښ شي، چې ستا خوښي پکې وي؛ نه زما.

 تل د هسک نړۍ پال څښتن نوم تكرار كړئ او په خلوص دعا وكړئ، چې خداى مو چارې اسانې كړي.

شپږم: د ژوند په ټولو شېبو كې زړور وسئ او له څه هم مه وېرېږئ.

 “بودا” به خپلو مريدانو ته ويل: كه زړور نه وای؛ نو غير انساني غوښتنې به مو زړه ته راننوځي.

اووم: څومره مو چې له لاسه کېږي، له خلكو سره ښه وكړئ او له خلكو سره د هغوى په ژوند كې مرسته وكړئ.

هغه ورځ له لاسه وتلې وګڼئ، چې پكې مو له كوم انسان، مرغۍ يا څاروي سره مرسته نه وي كړي.

آيا کړاى شو بدكار ته تخفيف وكړو او يا يې له منځه يوسو؟

د كارما په قانون کړاى شو، د هسک نړۍ پال څښتن په ذكر او بې له ځانمنۍ، خلكو او نشتمنو ته په چوپړ د بد كار پایلې له منځه يوسو.

د كارما قانون د مجازاتو يا سمونو قانون نه دى. دا قانون يوازې د هسک نړۍ پال څښتن له قوانينو ځنې يو قانون دى او هسک نړۍ پال څښتن؛ يعنې عشق او عشق كله هم نه غواړي، چا ته سزا وركړي؛ خو تل غواړي انسان پرمختګ وكړي.

 د كارما قانون مو په يو داسې چاپېريال كې واقع كوي، چې د هغه چاپېريال له وزلو د وګړې- شخصيت د تكامل او پرمختګ لپاره ښه ګټه واخلو او كړاوونه او خپګان هم له هغو وزلو ځنې دي، چې ددې چاپېريال زده كړې، ډېری هغه تجربې دي، چې موږ ورته “كړاو” او “خپګان” وايو؛ خو پوه شئ، د همدې كړوونکيو تجربو پايله مو د وګړې تكامل او پرمختګ دى.

 که چټل كار مو وكړ؛ نو له ځان سره به موكړې وي او که نېک كار مو وكړ؛ نو له ځان سره به مو كړی وي.

محبوب دادا به تل ويل: تل وركړئ! تل بښنه وكړئ! زه يوازې يوه ژبه لرم، كه يو ميليون ژبې مې درلوداى؛ نو په ټولو به مې ويلای: وركړئ او بښنه وكړئ.

په واقع كې يوازې هغه كسان ژوندي دي، چې بښنه او وركړه كوي او هغوى مړه دي، چې وركړه او بښنه نه لري.

 ډېری انسانان د مړو په څېر دي؛ دوى هغه كسان دي، چې يوازې پر اخستو (راکړه) خوشالېږي.

 په نړۍ كې دوې ډلې خلك دي؛ هغه چې بښنه او وركړه كوي او هغه چې يوازې اخستنه کوي؛ نو راشئ، موږ په لومړۍ ډله کې شو. راشئ وركړه او بښنه ولرو او له دې كاره ستړي نشو، بايد بې بريده، بې قیده او بې شرطه بښنه وكړو. مشروطه وركړه او بښنه مو عمل پر سوداګرۍ بدلوي؛ خو د عشق په قانون كې موږ بايد وركړه او بښنه ولرو، بې له دې چې پر وړاندې يې، ان د يوې ساده مننې تمه هم ولرو.

 يو چا راته وويل: ما ډېره بښنه وكړه او پايله يې يوازې د خلكو سپكاوى و.

 راشئ ‏ بښنه مو خلكو ته نه، وګړي ته نه؛ بلکې هغه وګړی د هسک نړۍ پال څښتن انځور وګڼو او څه چې ور بښو، هسک نړۍ پال څښتن ته يې ور وبښو؛ هغه انسان يوازې د پوستې يو پېټۍ دى، چې زموږ بښنه هسک نړۍ پال څښتن ته رسوي. چې يو ليک پوسته كوئ؛ نو مهمه نه ده، چې د پوسټ پېټۍ زوړ دى كه نوى. كه ډاډمن ياست، چې ليک مو مقصد ته رسي؛ نو ليک پكې واچوئ. زموږ د ليک مقصد هم هسک نړۍ پال څښتن دى. كه پردې ګروهه ‏ مو بښنه او وركړه وكړه؛ نو خیرات به مو قبول شوى وي.

 چې ښوونځي ته تلم، ښووند به مې راته د يوې ښځې كيسه كوله؛ ددې ښځې زوى په لرې سفر وتلی و او په مياشتو مياشتو ترې بې خبر‎ه وه. دې ښځې به تل څو ډوډۍ پخولې او خلكو ته يې وركولې او يوه ډوډۍ به يې هم په كړكۍ كې اېښوده، چې يو فقير چې روزانه له هغې ځايه تېرېده، چې دا ډوډۍ واخلي. دې فقير به هم دا ډوډۍ اخسته او ان مننه يې هم نه کوله او ويل يې: (( هر چټل كار، چې كوئ، له تاسې سره پاتېږي او هر نېک كار، چې كوئ، بېرته راګرځي )).

دا کيسه همداسې روانه وه، چې يوه ورځ ښځه ددې سړي له خبرو پوزې ته راغله، و یې ويل: (( مننه خو پر ځای پرېږده! ورپسې لا اضافي خبرې هم كوي! نه پوهېږم مطلب يې څه دى. هوډ يې وکړ له شره يې ځان خلاص كړي؛ نو په همدې موخه يي يوه ډوډۍ پخه كړه، زهر یې پکې واچول او په كړكۍ كې يې کېښوده؛ خو ناڅاپه يې په زړه كې راوګرځېدل: دا څه كوې ؟ ژر يې ډوډۍ له كړكۍ راواخسته او په تنور کې يې وسېځله او بله ډوډۍ يې پخه او په كړكۍ كې ېي كېښووه. فقير هم د تل غوندې راغى او ډوډۍ يې اوچته، خپلې خبرې يې وكړې او ولاړ. پر همغه شپه و، چې د ښځې د كور ور وټكېد. ښځې چې ور پرانست، و یې ليدل چې زوى يي وږى تږى او ستړى له شلېدلیو جامو سره کمزوری د ور شاته ولاړ دى او حال دا، مور ته يې كتل، و يې ويل: مور جانې! كه معجزه نه وای شوې، ځان به مې تا ته نه و رارسولاى؛ تردې ځايه څو قدمه مخكې دومره وږى شوم، چې بېسده شوم، يو فقير راغى او يوه ډوډۍ يې راكړه، راته يې وويل: دا ډوډۍ مې ورځني خواړه دي؛ نن چې ته تر ما ډېره اړتيا ورته لرې، ته يې وخوره.

 مور يې چې دا خبره واورېده؛ رنګ يې والوت، راياد يې شول، چې كه ضمير يې راويخ شوې نه و او هغه زهرجنه ډوډۍ يې فقير ته وركړې وه؛ نو نن به يې خپل زوى وژلى و. هغه ورځ و، چې ښځه د فقير د خبرو پر مانا پوه شوه.

که هر چټل كار مو وكړ، له خپل ځان سره به مو كړی وي او که هر نېک كار مو وكړ، له خپل ځان سره به مو كړی وي.

وايي: “ګورو نانك” يو ستنه يو سړي ته وركړه، ورته يې وويل: دا ستنه له ځان سره امانت كېږده او په هغه نړۍ كې يې بېرته راكړه. سړي هم هغه ستنه راوړه او له خپلې ښځې سره يې کېښوده، ورته يې وويل: دا ستنه له ځان سره وساته چې په هغه نړۍ كې يي بايد “ګورو نانك” ته بېرته وركړم. ښځې يې په حیرانتيا وويل: دا كار به څنګه وشي؟ موږ د “مرګ” پرمهال ان خپل جسم دلته پرېږدو او ته غواړې، دا ستنه له ځان سره هغه نړۍ ته يوسې؟

هو! موږ نشو کړاى له دې نړۍ له ځان سره څه يوسو؛ نو ولې ژوند پر داسې چارو او څيزونو تېر نه کړو، چې له ځان سره د مړينې پرمهال وړل کېداى شي او هغه مهال راته هوساینه او امنيت راوبښي.

محبوب دادا به ويل: خلكو ته چوپړ، پر بله بڼه، په سم ځاى كې مو په کار راځي او دا د ژوند د طبيعت يو قانون دى او د هسک نړۍ پال څښتن قانون هم دى.

 “دادا” راته يوه کيسه وكړه، چې په ورځپاڼه كې يې لوستې وه. دا کيسه د يو “لهستاني” پيلوټ وه، چې نوم “رومن ترسكي” و. هغه د لومړۍ نړيوالې جګړې او دويمې نړيوال جګړې ترمنځ، په الوتكې کې د المان له اسمانه تېرېده، چې په الوتكه كې تخنیکي خرابوالی راپیدا شو؛ اړ شو هملته الوتكه كوزه كړي، الوتكه يې چې كوزه كړه، يو هوټل ته د هستوګنې لپاره ولاړ. بله ورځ چې له خپلې كوټې بهر راووت، يو سړى يې وليد، چې رنګ يې له وېرې اوختى او د هوټل په دهليز كې په تېښته دى، چې اوږه يې له “رومان ترسكى” سره ولګېده، و یې ويل: “ګشتاپو! ګشتاپو!”؛ يعنې هغه سړى د “المان” له امنيتي پوليسو په تېښته كې و. “رومان ترسكي” پر خبره ورسېد او هغه يې له ځان سره خپلې كوټې ته يووړ او هلته يې تر خپل كټ لاندې پټ كړ.

ګشتاپو هم له بده مرغه په “رومان ترسكي” پسې ولاړل او هغه يې د يو فراري په اړه وپوښت؛ خو داچې “رومان ترسکي” د هغوى پر ژبه نه پوهېده؛ نو هغوى هم رومان ترسکى پرېښود او بلې كوټې ته ولاړل. “رومان ترسکي” هغه سړي ته وويل، چې كړاى شي، پخپله الوتكه كې يې له دې ځايه اوباسي؛ خو مخکې تردې چې هوايي ډګر ته ورسو، زه بايد تا په يوه كلي كې كوز كړم؛ ځكه په هوايې ډګر كې به پوليس وي او هسې نه هلته دې ونيسي او همداسې يې وكړل او سړى يې له هوايي ډګره څو کيلومټره لرې، په يوه پټي كې كوز كړ او چې کله الوتكه په هوايې ډګر كې کېناسته، پوليسو د الوتكې پلټنه پيل كړه؛ خو فراري يې پكې پیدا نكړ.

 ډېر وخت لا نه و تېر، چې دويمه نړیواله جګړه پيل شوه او د “المان” سرتېرو “لهستان” تر واک لاندې کړ.”ترسکى” “انګلستان” ته والوت او هلته له ازادي غوښتونکيو سره يوځاى شو. هغه يو زړور پيلوټ و او د د ښمن ډېر كنډكونه يې تباه كړي ول؛ خو يوه ورځ يې الوتكه د دښمن دافع هوا وويشته او الوتكه يې راوغورځېده. د ژغورنې ډله په “رومان ترسکي” پسې ور ووته او را پیدا يې كړ او تر ټولو نږدې “روغتون” ته يې يووړ. رنځورپوهانو تر معاينې روسته وويل، چې د ژوندي پاتېدو هیله يې ډېره لږه ده. ماغزو يې ژوبل شوي او داسې پوه او تجربه كار جراح ډاکټر هم هلته نه و، چې عمليات كړی يې و.

 دا خبر بله ورځ په ورځپاڼې كې راغى. “ترسكي” همغسې بېسده و؛ نو چې په سد كې شو؛ و یې ليدل چې يو سړى يې سر ته ولاړ دى، ورته يې وويل: ما پېژنې؟ زه همغه يم چې له ګشتاپو دې خلاص كړى وم او پخپله الوتكه كې دې له هغوى ژغورلى وم. نن مې چې په ورځپاڼه كې ستا خبر ولوست، بې ځنډه مې ځان دلته راورسوه.

 ترسكي: د څه لپاره؟ _ ځكه فكر مې كاوه کېداى شي څه مرسته مې له لاسه وشي. خلك وايي، زه د ماغزو او اعصابو غوره جراح يم؛ نوځکه راغلم او ستا عمليات مې وكړ او له نېکه مرغه كامياب هم و.

 چې كوم نېک كار مو وكړ؛ نو همدا نېکي به مو يوه ورځ په ښه راشي او چټل كار به همغسې ستاسې پر اوږو پېټې وي.

 

څنګه پر ستونزو لاسبري شو؟

په هر غم كې یوه نېکه تجربه پټه وي، ان هغه تجربې، چې موږ ته دردوونكې هم وي. غمونه او ښادۍ په ګډه زموږ ژوند جوړوي.

ستر انګليسي شاعر “ويليام بليك” داسې وايي: “غم او ښادي سره ګنډل کېږي او خدايې روح ترې جوړېږي.”

 او همداسې په “امير” كې داسې راغلي: د ژړا يوه شپه وي، چې روسته ترې د خوشالۍ سباوون راځي. غم او ښادي د شپې او ورځې په څېر، په يو بل پسې راځي؛ خو د غم يوه شپه راته د كال هومره او كال ښادي راته د يوې ورځې هومره ښكاري.

غمونه او كړاوونه، د ژوند يوه برخه او ښوونكي دي. كه غم او كړاو مو پر برخه نه و؛ نو د ژوند ډېرې ښوونې مو نه دي زده كړي؛ خو افسوس، په موږ كې ډېرى خلك پردې خبره نه پوهېږي او له دې په ظاهره كړونکيو تجربو تښتي.

چې کله ستونزه راپېښه شي، له ستونزې تښتو؛ خو بايد پردې پوه شو، چې له ستونزه تېښته په کار نه ده.

 كړوونكې پېښې د لنډ مهال لپاره پر شا ځي؛ خو په بله بڼه، بله ورځ بيا راپېښېږې؛ خو اریزه خبره دا ده، چې له وړو وړو ستونزو سرغړونه، خپل ژوند ته د غټو غټو ستونزو رابلنه ده.

ځينې خلك چې خپلې ستونزې نشي هوارولاى؛ نو ورته تسليمېږي. هغوى مقاومت نه كوي؛ بلكې ځان ستونزې ته ورسپاري او داسې وايي: پر كومې بلا چې دې زور نه رسي؛ نو ورغاړې وځه؛ خو درېیمه لار هم شته چې تر ټولو سمه ده؛ له ستونزو سرغړونه بې ځايه او ورته تسليمېدل ناپوهي ده او درېیمه لار دا ده، چې هرې ستونزې ته د ملګري په سترګه وګورئ، چې زده كړه يې له ځان سره راوړې؛ نو كله هم هڅه و نه كړئ، چې له ستونزو وتښتئ؛ ځكه له ستونزو د تېښتې لار، تل تړلې وي، هڅه وكړئ، مخكې تردې چې ستونزې مو مخې ته راشي، تاسې يي مخې ته ورشئ او په پراخه سينه ورته ووايئ: ستړې مه شې! زما ملګريه! زما د “هسک نړۍ پال څښتن” له اړخه دې څه پېغام راوړى؛ نو هله به وي، چې پوه به شئ، دا ستونزه ستاسې کمزورۍ ته اشاره كوي، چې بايد سمه شي او له تاسې غواړي، په سم هوډ او اقدام، يو بل ګام د نېکۍ او راستۍ په لار كې واخلئ؛ نو همغه به وي، چې هر ستونزه به يو پاكټ وي، چې ارزښتمنه ډالۍ به پکې راغلې وي او هره كړونكې تجربه يو پاكټ دى، چې د عقل او ځواک ډالۍ پكې پټه ده او څوك چې دې خبرې ته ورسېد؛ نو په موسكا او خوشالۍ به ستونزو ته ښه راغلاست وايي او هغه به ناماتى انسان وي، چې د بري پر لور لوړ ګامونه اخلي.

څو كاله مخکې يو پلورونکی له ښاره بهر ووت، چې راستون شو؛ نو و يې ليدل، چې په نشتون كې يې كور او پلورنځى دواړه په اور كې سوځېدلي؛ خو هغه څه وكړل؟ موسكى شو، سترګې يې اسمان ته كړې، و يې ويل: خدايه! اوس څه غواړې، چې و يې كړم؟!

 بله ورځ راغى او د پلورنځي او كور پر ويجاړ دېوال يې وليكل:

پلوریځى مې وسوځېد؛

       كور مې وسوځېد؛

           مال مې وسوځېد؛

             ؛ خو
         ايمان مې نه دى سوځېدلى؛

          سبا به بل كار پيل كړم.

 

درېیم څپرکى

 

له پالونکي هسک نړۍ پال څښتن سره خبرې

په دعا ‏انسان هسک نړۍ پال څښتن ته رسي او هسک نړۍ پال څښتن يې ذهن ته راننوځي.

 دكتر “اليكس كارل” وايي: انسان د اوبو او هوا په څېر هسک نړۍ پال څښتن ته اړين دى.    

د ژمي په سوړ سهار كې يو سړى يو ښار ته چې” د هر ځاى ښار” نومېده، ورننوت. دا سړى چې له اورګاډي كوز شو، و يې ليدل، چې په دې تمځي كې هم د نورو تمځايونو په څېر شور ځوږ دى او هر چا هڅه كوله، ځان اورګاډي ته ورسوي؛ خو يو بل څيز هم ډېر حیران كړ او هغه داچې په دې تمځي كې د يو چا هم بوټان پر پښو نه دي او د ټولو پښې لوڅې دي، هغه په ټيكسۍ كې کېناست، و یې ليدل چې د ټيكسۍ د چلونکي پښې هم لوڅې دي، چلونكى يې وپوښت: بښنه غواړم روره خپه نشې! ستاسې پښې ولې لوڅې دي او د نورو ښارونو د خلكو غوندې بوټان نه پر پښو كوئ؟

چلوونكى: هو سمه ده! ولې موږ بوټان نه پر پښو كوو! ولې؟ سړى چې هوټل ته ورننوت، هلته هم د ټولو پښې لوڅې وې، هلته يې هم وپوښتل: ګورم چې تاسې بوټان نه پر پښو كوئ، آيا د بوټانو پر ارزښت نه پوهېږئ؟

_ ولې د بوټانو پر ارزښت نه پوهېږو؟

_ نو ولې بوټان نه اغوندئ؟

_ هو! سمه ده! ولې بوټان نه اغوندو؟

څو شېبې روسته سړى له هوټله ووت او په ښار كې ګرځېده، چې هلته هم ځير شو، د خلكو پښې لوڅې دي. و یې وپوښتل: آيا پردې خبره نه پوهېږئ، چې بوټان پښه له ډېرو بلاوو ساتي؟ يو سړي وويل: ښه پوهېږو! هغه ودانۍ ګورئ، هغه د بوټانو كارخانه ده او موږ ددې كارخانې په درلودو ډېر وياړو او هره يكشنبه د هغې كارخانې رئيس موږ راټولوي او د بوټانو د ارزښت په هکله خبرې راته كوي.

 نو ولې بوټان نه اغوندئ ؟

سمه ده! ولې موږ بوټان نه اغوندو؟

هو! موږ هم ددې ښار د اوسېدونکيو غوندې پر ((دعا)) ايمان لرو او ډاډمن يو، دعا كړاى شي، زموږ ډېرې غوښتنې پوره كړي. پوهېږو، دعا کړاى شي، ناشونى كار، شونى كړي. کړاى شي بدل مو كړي، په ژوند كې مو بدلون راوړي. موږ ته واک، زغم او پراخه سینه راكړي؛ خو بيا هم دعا نه كوو. ولې؟ پوښتنه همدلته ده. ولې دعا نه كوو؟

د ټېكنالوجۍ په وخت کې، ډېرو پوهانو د دعا ځواک څرګند كړى دى. مشهور نوبل اخستونكى دكتور “اليكسس كارل” د دعا په هکله وايي: ” دعا د انرژۍ تر ټولو زوروره بڼه ده، چې انسان يې توليدولاى شي، دعا د جاذبې د ځواک غوندې واقعي ځواک دى. “

 ما ډېر داسې رنځوران ليدلي، چې پر ډېرو ګرانبيه درملونو روغ شوي نه دي؛ خو دعا روغ کړي دي.

نننۍ نړۍ د چوېدو په حال كې ده. ولې؟ ځكه خلكو دعا ته شا كړې او د كمال او ځواک تر ټولو غښتلې سرچینه یې بې ګټې پرېښې ده.

“باسبن” وايي: ايمان د نړۍ تر ټولو لويه سرچينه ده، چې ګټه ترې نه اخستل کېږي او دعا د ځواک تر ټولو لويه سرچينه ده، چې ګټه ترې نه اخستل کېږي.

يوه ورځ “پيري كوري” د “ماري كوري” مېړه، پخپل لابراتوار كې پخپل ميكروسكوپ كې كتل، چې زدکړیال يې راننوت او ميكروسكوپ يې و نه ليد او فكر يې وكړ، چې “پيري كوري” دعا كوي، غوښتل يې په كراره ووځي؛ خو “پيري كوري” غږ پرې وكړ.

زدکړیال: صاحبه! فكر مې كاوه، دعا كوئ.

پيري كوري: هو! دعا مې كوله او بيا د ميكروسكوب خواته ورغى او ډېره يې كړه: ټول علمونه، څېړنې، مطالعات او دعاوې ددې لپاره دي، چې هسک نړۍ پال څښتن خپلې تلپاتې خوالې موږ ته رابرسېره كړي او هله به له دې خوالو پرده اوچته شي، چې و يې غواړو او په دې خوالو پسې په مينه ووځو. هسک نړۍ پال څښتن خپلې ټولې خوالې نه دي برسېره كړي؛ بلكې خپلې خوالې، حقيقتونه او کړلارې هغه ته ښيي، چې و يې غواړي او ورپسې وي.

زموږ سبا په نن پورې او نن مو په څنګه پيل پورې اړه لري. هر كار مو چې د هرې ورځ په پيل كې پيل كړ، زموږ ټولې ورځ ته بڼه وركوي. ډېری موږ خپل سهار پر وړو وړو خپګانونو پيل كوو، چې ټوله ورځ به مو همغسې په خپګان كې له لاسه وتلې وي.

 دې خبرې ته بايد پام وي، چې خپله ورځ پر خوشحالۍ پيل كړو، چې ټوله ورځ مو خوشاله وي؛ نو څومره به ښه وي، چې هر سهار له هسک نړۍ پال څښتن سره خبرې، له خپلو مهمو دندو ځنې وګڼو.

له هسک نړۍ پال څښتن سره خبرو ته دعا ويل کېږي. دعا ګران كار نه دى؛ بلكې خورا ساده او اسان كار دى؛ لكه له ښه ملګري سره په مينه خبرې كول او د زړه حال ويل دي.

 داسې فرض كړئ، چې له نږدې ملګري سره مو د كتنې پروګرام دى؛ نو طبيعې خبره ده، خلك د زړه خبرې خپل نږدې، ډاډمن او هغه ملګري ته کوي چې ښېګڼه يې غواړي.

 هسک نړۍ پال څښتن زموږ تر ټولو خواخوږی، ډاډمن او نږدې ملګرى دى.

 د “حضرت محمد” (ص) په يوه دعا كې “هسک نړۍ پال څښتن” ته “حبيب القلوب” (د زړه ملګرى ) ويل کېږي.

 يوازې”هسک نړۍ پال څښتن” هغه تلپاتې او نه بدلېدونى ملګرى دى، چې کړاى شو، د شپې او ورځې اړيكې ورسره ټينګې كړو. “هغه” مو تل مرستې ته چمتو دى؛ خو په موږ كې څوک داسې دي، چې د زړه له كومي مو ترې مرسته غوښتې وي؟

دعا كولو ته په کار نه ده، هرومرو جومات يا زيارت ته ولاړ شو. دې ځايونو ته تګ ډېر ښه دى؛ ځكه داسې ځايونه له سپېڅليو او پاکو څپو ډك وي؛ خو داچې وکړاى شو‏ دعا وكړو؛ نو په کار نه ده ځانګړي ځاى ته ولاړ شو؛ “هسک نړۍ پال څښتن” په هر ځاى او هر مهال راسره د‌ى؛ يوازې په کار ده، له مادياتو سترګې پټې او د هسک نړۍ پال څښتن په اړه فكر وكړو؛ نو “هغه” به هملته وي، چې تاسې يئ.

دعا له “هسک نړۍ پال څښتن”سره په خبرو پيل کېږي؛ خو چې کله موږ غلي شو؛ نو “هسک نړۍ پال څښتن” به له موږ سره په خبرو پيل وكړي. تر څو مو چې د هسک نړۍ پال څښتن خبرو ته غوږ نه وي نيولاى؛ نو پوه شئ، په دعا كې مو پرمختګ نه دى كړى.

په پيل كې د “هسک نړۍ پال څښتن” غږ نشو اورېدلاى؛ خو راشئ، ډاډ ولرو چې “هغه” مو ډېر په مينه غږ اوري.

د اسلام پېغمبر “هسک نړۍ پال څښتن” ته “سامع الدعا” (د دعا اورېدونكى) وايي. موږ “هسک نړۍ پال څښتن” نه وينو؛ خو “هغه” موږ ويني.

 په ژوند كې پلټونكى هغه مهال بريالى دى، چې په هر څه كې “هسک نړۍ پال څښتن” وويني او د “هغه” غږ واوري.

موږ کړاى شو “هسک نړۍ پال څښتن” لمس او احساس كړو. موږ کړاى شو، د “هسک نړۍ پال څښتن” غږ واورو؛ خو نه په پينځګونو حسونو. “هغه” تردې رښتونی دى، چې پر پينځګونو حسونو يې حس كړو او ځان پوهول پکار دي، چې حس کولو ته يې خورا زيار په كار دى او زيار همغه د مينې او غوښتنې حس را ويښول دي، چې سترګې له اوښكو ډكوي.

 د “هند” ستر عارف او قديس “سري راماكريشنا پارماهانزا” وايي: ((“هسک نړۍ پال څښتن” وغواړئ! لکه څنګه چې يو عاشق خپله معشوقه غواړي. همغسې چې فقير سره زر غواړي. همغسې چې ډوب شوى هوا (اكسيجن) غواړي. ))

په كار نه ده، څه مو چې ياد كړي،د طوطي غوندې یې هره ورځ تكرار كړو. دعا بايد د عاشق او غوښتونکي زړه له كومې راووځي. کېداى شي، په مينه كتل او ډوب اسوېلې تر زر كالو دعا غوره وي. د دعا لپاره حس او عاطفه پكار ده؛ ځكه هغه څپې ارزښت لري، چې له دې کلمو منځ ته راځي.   

يو كارګر و، چې د كار تر خلاصولو روسته به جومات ته د دعا لپاره تله. يوه ورځ په كارخانه كې كار ډېر شو او له دعا پاتې شو. د كار تر خلاصېدو روسته يې د جومات پر لور ورمنډه كړه، چې ور و رسېد، و یې ليدل، يو سړى له جوماته د راوتو په حال كې دى.

كارګر: د دعا مراسم پای ته ورسېدل؟

سړى: هو! مراسم پای ته ورسېدل.

 كارګر د خپګان او خواشينۍ يو سوړ اسوېلې وكړ. سړي، چې يې دا حالت وليد، و يې ويل: آيا چمتو يې، چې ددې خواشينۍ او خپګان ثواب راسره د نننۍ دعا له ثواب سره بدل كړې؟ كارګر: هو! په ډېره خوشالۍ به دا كار وكړم؛ ځكه هره ورځ به مې دعا كوله او نن راڅخه پاتې شوه.

_ ستا ددې مينې او خلوص د خواشينۍ ثواب، زموږ تر نننۍ دعا ډې دى.

دعا كولو ته لیک لوست په كار نه دى.

 اړنګ نشته، ډېر تعليم هم د دعا كولو مخنیوى کوي.

“سري راما كريشنا” نالوستى و، هغه ان خپل نوم هم نشو ليكلاى؛ خو سره له دې، هره ورځ يې داسې دعا كوله؛ لكه د هسک نړۍ پال څښتن مخې ته چې ولاړ وي او داسې يي غوښتل؛ لكه ماشوم يې چې له موره غواړي.

يوه ورځ وپوښتل شو: آيا هسک نړۍ پال څښتن په خپلو سترګو وينې؟ ځواب يې وركړ: هو! له تا يې څرګند وينم.

د دعا كولو لپاره هنر، ديني علم يا ځانګړيو مراسمو ته اړتيا نشته؛ يوازې پاك، سپېڅلی، غوښتونكى او متواضع زړه ته اړتيا ده؛ هغه زړه چې په مينه او لېوالتيا هسک نړۍ پال څښتن ته په تمه وي.

دعا “هسک نړۍ پال څښتن” ته په تمه كېدل دي. هغه تمه چې له مينې او لېوالتیا ډكه وي، بې له مينې او لېوالتیا د څو ځانګړیو کلمو تكرارول هېڅ ګټه نه لري. ډېر خلک دعا له كتابه لولي، دا كار ښه دى؛ خو ددې كار تكرار هېڅ ګټه نه لري. دعا د زړه حال دى. كه غم وي که ښادي؛ د زړه حال مو هغه هسک نړۍ پال څښتن ته ووايئ، چې د زړه له حاله مو خبر دى.

 زموږ دعا تل له “هسک نړۍ پال څښتن” نه غوښتل وي او له هغه غواړو، كومې چارې مو چې بندې دي، راته يې وكړي او څه مو چې په كار وي، له هغه يې غواړو.

 “هسک نړۍ پال څښتن” ته خپلې غوښتنې وړاندې كول، ښه كار دى؛ ځكه بې له هغه بل داسې څوک نشته چې غوښتنې مو پوره کړي؛ خو دا كار له “هسک نړۍ پال څښتن” سره د اړيکې لومړى پړاو دى؛ خو چې ځان مو پر دعا كولو روږد كړ؛ نو پوه به شئ، چې پردې ځمكه مو اړتیا او اریزه غوښتنه همغه “هسک نړۍ پال څښتن” دى.

د”هرات” د پير “خواجه عبدالله انصاري” دا شعر راياد شو، چې وايي:

 خداوندا!

نثار دل من ديدار توست

بهار جان من مرغزار وصال توست.

 

“مايستراكهارت” وپوښتل شو: ښوونکيه! د نېک او خدايي انسان نښه څه ده او څنګه يې وپېژنو؟

ځواب يې وركړ: نېک او خدايي انسان په روژه، صدقه او رياضت نه پېژندل کېږي؛ بلكې د نېکۍ ځانګړنه دعا كول دي؛ ځكه”هسک نړۍ پال څښتن” ته د رسېدو او ورسره د خبرو ډاډمنه لار دعا ده.

 زما په اند، تر ټولو غوره انسان د “دعا” انسان دى.

نشتمن، شتمن، ځوان، زوړ، ښه سړى، نالوستى، زدکړیال، رنځور، رمټ، ګناهكار، عارف، ګونګ، ړوند او… ټولو ته د دعا لار پرانستې ده. تاسې چې د نړۍ پر هر مقام او منصب يئ؛ مقام او منصب مو له دعا كولو مخنيوی نشي کړاى.

 په كار نه ده، له يوه ځانګړي تاريخه دعا پيل كړئ. پاسه! همدا اوس پاسه او خپل حبيب ته پر دعا شه.

دعا ځواک دى؛ هغه ځواک چې د هر چا په وجود كې بندي دى او موږ ټول بايد دا ځواک کارنده- فعال كړو او له بنده يې راخلاص كړو.

د عارفانو د واقعيت پېژندنې لپاره، دعا تر ټولو ساده او سیده لار ده. د عرفاني خوالو پوهه، د دعا لپاره په کار نه ده؛ بلکې يواځې پاك، نږه او د “هغه” د جمال د ليدو لېوالتیا په كار ده.

دعا د تشويشونو او غمونو پر وړاندې تر ټولو ستر ډال دى. تاسې پخپله فكر وكړئ، موږ خپله څومره انرژي، پر هغه پېښو له منځه وړو، چې نه دي راپېښې شوې؟ هر تشويش زموږ پر اعصابو دباو دى، څومره مو چې تشويشونه ډېر وي؛ پر اعصابو به مو دباو هم ډېر وي. همدا به وي، چې هره کوشنۍ مسله به مو غوسه او وارخطا كړي او بې دليله به په هر شي كې خبرې راباسو او له ځانه به خپل نږدې عزيزان خپه كړو.

راشئ، د تشويشونو پر ځاى “هسک نړۍ پال څښتن” (دعا) ته مخ راواړو او د ژوند له اوږو، خپل ټول پېټي د “هغه” مخې ته کوز كړو. ددې كار پايله به دا وي، چې په ډېره اسانه او موسكا به د ژوند ټولې ستونزې هوارې او زړه او ذهن مو له هوساینې ډك شي.

دعا زموږ په بهر او دننه كې د هوساینې ودانۍ جوړوي. دعا كوونكى تل ‏ او له هر چا سره په هوساینه كې وي؛ ځكه د زړه بېړۍ يې د “هسک نړۍ پال څښتن” د مينې په سمندر كې لنګر اچولی وي.

 زموږ زړونه د توپان وهلې بېړۍ غوندې، ناقراره او نا ارامه دي او په هېڅ ځاى کې او له چا سره هم ارامي نه ننګېريي.

 موږ ځېليان يو، موږ له نورو او ژوند سره مبارزه كوو، د نورو په چارو كې خبرې راباسو، موږ دننني بدلون ته اړتيا لرو او دا بدلون يواځې له “هسک نړۍ پال څښتن” سره په اړيکې منځ ته راتلاى شي.

څوك چې دعا كوي، د ژوند په بېلابېلو پړاوونو كې هوساینه وي. هغه ته ټولې چارې سپېڅلي وي، هغه ته وړكى او ستر منصب توپير نه كوي، هغه پوهېږي، چې د كار ډول مهم نه دی؛ بلكې د كار څرنګه سر ته رسول مهم دي. دنده يې چې کړکېچنه وي؛ “هسک نړۍ پال څښتن” ته يې ډالۍ كوي. داسې خلك كه په كارخانه كې كار كوي او كه په پټي كې، له خپل كاره نه ستړى کېږي، كه جومات وي كه د واټ پر سر، له “هسک نړۍ پال څښتن” سره د خبرو (دعا) په حال كې وي او هوساینه يې له منځه نه ځي، خپل د ثقل مركز يې په “هسک نړۍ پال څښتن” كې موندلی وي. په هر ځاى او هر ډول خلكو کې چې وي، په هوساینه كې وي او تل د”هسک نړۍ پال څښتن” د مينې په جونګړه كې مېشت وي؛ چېرې چې وي، “هسک نړۍ پال څښتن” له ځان سره او پر خپلو چارو يې څارنوال ګڼي. كومه مينه يې چې په زړه كې ده، په هر ځاى او هر چا كې څرګندېږي، څه چې ويني، د “هغه” جمال ويني. داسې كس په ټولو انسانانو او مخلوقاتو كې “هغه” ويني او هوساینې ته رسي.

زموږ په دننه كې د ښادۍ او هوساینه چینه پټه ده او په دعا كولو، موږ ځان دې چينې ته رسوو او پر يخو او خوندورو اوبو يې د كمال پلټنې تنده ماتوو. د هغه اوبو څكل دي، چې ځواک راكوي، بيا ژوند راكوي، چې د (( هغه )) ذکر “آب حيات” دى.

كلونه مخکې‏ څه راته راپېښ شوي ول، چې ډېر يې وارخطا او خپه كړى وم. هڅه مې کوله، راپېښ شوي شرايط په دعا بدل كړم؛ خو هېڅه بدل نشول؛ دعا ته مې زور وركړ؛ خو بيا هم حالات بدل نشول. نور مې هوډ کړی و، دعا ونكړم؛ خو ناڅاپه پوه شوم، هغه څه چې بايد بدلون ومومي، زه يم نه بهرني حالات او بايد په ځان كې دنننى بدلون راولم، چې هر څه، همغسې ووينم چې دي. په حقيقت كې هر څه همغسې دي، چې بايد وي. هر څه پخپل ځاى كې سم دي. هر څه نېک دي، ول او وي به. يوازې موږ يو چې بايد له سترګو د ناپوهۍ او ځانمنۍ پردې اوچتې کړو او دا نېکۍ ووينو.

 كمال په انساني هڅو پنځولی نشو. كمال له مخکې پنځېدلی او يوازې بايد وليدل شي.

 داچې موږ دا نړۍ له چټلۍ، ګناه، غم، كړاوونو او جرمونو ډكه وينو، دليل يې دا دى، چې نظر مو خيرن دى، موږ هر څه اپوټه وينو.

 اوس چې ددې كتاب پر ليكنې بوخت يم؛ تر ښیښې هاخوا واټ وينم، ښیښه پاكه نه ده؛ رټې لري. سړي، موټر، ونې او بوټي هر څه كاږه ښكاري؛ ځكه زه د خيرنې ښیښې تر شا هغوى ته ګورم.

نړۍ هېڅ نيمګړتيا نه لري او كومه نيمګړتيا هم چې وينو، زموږ د معيوب لید له لامله ده. پكار نه ده د نړۍ د بدلون لپاره دعا وكړو؛ بلكې بايد دعا وكړو، چې ‏ په معيوب لید كې مو بدلون راشي، چې چې نړۍ سمه او بشپړه ولیدلای شو.

كومه نيمګړتيا چې په بهر كې وينو، په حقيقت كې زموږ د دنننۍ نيمګړتيا ښکارندوى ده.

په دعا موږ ټولې ستړياوې او تشويشونه “هسک نړۍ پال څښتن” ته ورتسليموو. يواځې د “هغه” د مينې په سمندر كې به زموږ د زړه نا ارامه او توپان ځپلې بېړۍ، کڅ ته ورسي او ارامه به شي.

 له “هسک نړۍ پال څښتن” سره اړيکې، د ځواک، ښادۍ، همغږۍ، ښايست، عقل او هوساینې ‏سرچينه ده. كه په وچه بېدیا كې روان يو او كه پر غر خېژو؛ نو كله به مو هم پښه و نه ښوېیږي او د داسې ژوند خواله، يوازې له”هغه” چا سره د تل لپاره اړيکه نيول دي، چې ټول وجود يې پېرزوينه او لورنه ده.

 هغه بختور دى، چې هسک نړۍ پال څښتن يې د ژوند چورلیځ وي او همداسې كسان دي، چې خپل ډېری وخت په دعا تېروي، داسې كسان د يو څیز په لټې پسې هم نه راوځي؛ بلكې هر څه چې غواړي، په واک كې يې وي او دعاوې يې په ډول ډول بڼو وي؛ كله د يوې مينناكې كتنې په بڼه، كله د يوې مينناکې وينا په بڼه او كله د ډاډ، ايمان او زړورتيا په بڼه وي؛ خو ډېر لږ داسې راپېښېږي، چې دعا يې د غوښتنې په بڼه وي؛ ځكه ډاډمن دی، خداى پر هر څه پوه او له موږه ډېر د خپلو بندګانو پر غوښتنو پوهېږي او د هغوى د غوښتنو په پوره كولو كې هېڅ ځنډ نه كوي.

د دعا په منل کېدو كې ځنډ، هېڅکله د نه منل کېدو په مانا ‏ نه دى؛ بلكې د خداى په هر كار كې د لورنې او پېرزوينې ځانګړې مانا پټه وي.

كوم انسان چې دعا كوي؛ د خپلې كورنۍ، ټولنې، ښار او هېواد لپاره ستر بركت دى؛ پخپله د “هسک نړۍ پال څښتن” ګرځنده جومات دى، زړه يې د “هسک نړۍ پال څښتن” كور دی. تل د “هسک نړۍ پال څښتن” په فكر کې ډوب وي، د بدن ټول غړي او ځواک ‏يې له “هسک نړۍ پال څښتن” سره همغږی وي، پر شونډو يې د “هسک نړۍ پال څښتن” كلام جاري وي او پر سترګو يې “هسک نړۍ پال څښتن” موږ ته ګوري او پر لاسونو يې هسک نړۍ پال څښتن موږ ته بركتونه او نعمتونه راكوي.

چا وپوښتل: دعا كولو ته تر ټولو غوره مهال او ځاى كوم دى؟ ورته مې وويل: غوره مهال همدا اوس او غوره ځاى همدا دى.

 په هر ځاى كې چې يو، بايد له همغه ځايه دعا پيل كړو.

 لاندې وړانديزونه په دعا كولو كې ګټور دي.

 1 _ هره ورځ يو شېبه، په چوپتيا كې تېره كړئ، جسم مو هوسا كړئ، خپل اند له ستونزو راواړئ، خداى ته يې ځیر ‏كړئ او په همدې اوډون، خپل ذهن او روح دمه كړئ.

د هرې ستونزې د قلف کونجي، له خداى سره ده. چې كله مو ذهن پر خداى متمركز كړ؛ نو د ستونزې حل به پخپله درشي، دومره په تمه شئ، چې د پوښتنې ځواب دركړي، ان كه دا تمه اوږده هم شي.

2 _ له خداى سره د خپل نږدې ملګري غوندې خبرې وكړئ؛ ځکه دعا له خداى سره خبرې كول دي.

 د يو عزيز ملګري غوندې په ساده او طبيعي کلمو له خداى سره خبرې وكړئ، هر څه مو چې په زړه كې وي، هغه ته يې ووايئ، كله هم داسې و نه وايئ، چې خداى خو له هر څه خبر دى؛ نو ولې ورته هغه څه ووايم، چې ترې خبر دى! چې كله مو د زړه ټول حال ورته ووايه او زړه مو تش شو؛ نو زړه به مو د ((هغه)) پېغام اورېدو ته چمتو شي.

داسې ګومان و نه كړئ، چې له خداى سره په خبرو كې درنې او رسمي کلمې وکاروئ. نه! له خداى سره پخپله ژبه او کلمو خبرې وكړئ. خداى ته ستاسې د زړه خبرې او مينه ارزښت لري.

3 _ ډېر خلك وايي: زه خو ډېر ګناهكار يم، له خداى سره اړيکه نیولای نشم او ځان ور‏نږدې کولای نشم؛ خو زما په اند، خداى د مور مثال لري؛ كه يو ماشوم په خاورو كې ځان ككړ كړي، څه به كوي؟ سیده مور ته ورځي، ورته وايي: مورې ناولى شوى يم، پاك مې كړه.

4_ تل، بيا او بيا له خداى سره خبرې وكړئ. څومره مو چې په وسه كې وي، خبرې ورسره وكړئ، هغه ستاسې له خبرو اورېدو، نه ستړې کېږي. په هر ځاى کې چې ياست؛ په موټر کې، د كار پرمهال، د خوړلو پرمهال؛ توپير نه كوي، د يوې شېبې لپاره مو سترګې پټې كړئ، چې دا مادي نړۍ، پر سترګو و نه وينئ او همغه مهال له خداى سره خبرې وكړئ؛ سر مو ټيټ كړئ او ژوره ساه وباسئ، ددې پايله به دا ننګېرنه وي، چې خداى نږدې دى او تاسې کله هم يوازې نه يئ.

5 _ چې کله له خدایه غواړئ؛ نو ياد ولرئ، کېداى شي داسې څه هم وغواړئ، چې خیر مو پكې نه وي. د خپلو غوښتنو لپاره دعا وكړئ؛ خو ورسره خداى ته ووايئ: خدايه! هغه وكړې، چې ستا خوښه پکې وي؛ ځكه زموږ خیر د خدای په خوښه کې دی.

 خداى ته ووايئ: ستا خوښه دې وشي، نه زما.

 دعا ته به د خداى څلور ځوابه وي:

لومړى ځواب يې مثبت دى؛ يعنې غوښتنه به دې ومنل شي.

دويم ځواب يې منفي دى؛ يعنې “نه” به درته ووايي.

درېیم ځواب به يې دا وي: صبر وكړه.

څلورم ځواب به يې دا وي: تردې مې ښه او غوره په پام كې دي.

چې کله هسک نړۍ پال څښتن زموږ غوښتنو او دعاوو ته مثبت ځواب وركړي، خوشالېږو، شكرونه باسو او ايمان مو هم غښتلى کېږي؛ خو اریزه خبره، د خداى پر هغه درېیو نورو ځوابونو ځان پوهول دي، چې ستونزمنه هم ده او شک نشته چې پر هغه درېیو ځوابونو، خداى زموږ ايمان ازمېښتوي.

 چې کله د خداى ځواب د يوې غوښتنې په اړه “نه” وي؛ نو لورنه او حکمت پکې دى.

“جين اينګلو” وايي: خدايه دومره عمر راكړې، چې د ډېرو دعاوو، د نه قبلېدو شكر وباسم.  

خداى له موږ سره مينه لري، هغه موږ ټولو ته نخچه لري او د “هغه” نخچې دي، چې تر ټولو غوره او بشپړې دي.

هغه څه چې په دعا کې غواړو، كه د خداى د نخچې پرخلاف وي؛ نو زموږ د خیر او ښېګڼې لپاره به يې نه قبلوي.

يوې ښځې وويل: د هسک نړۍ پال څښتن شكرونه، چې زما ډېرې دعاوې يې نه دي منلي؛ چې زدکړیاله وم، پر يو همټولګیوال مې زړه اوبه وڅښلې او دعا مې كوله: خدايه دا هلك ‏ مې په نصيب كړې؛ خو هغه دعا مې و نه منل شوه او دا كار ونشو او څه موده روسته خبره شوم، چې هغه شرابي او جوارګر و. كه هسک نړۍ پال څښتن زما هغه دعا منلې واى؛ نو اوس به د شرابي او جوارګر مېرمن وم.

“افلاطون” يوه هېښنده دعا كړې وه: د خدايانو خدايه! ماته دومره ښېګڼې او نېکۍ راكړې، چې نوره يې و نه غواړم او له چټلۍ مې وساتې كه څه، زه يې غواړم.

چې کله خداى زموږ دعاوو ته د ” صبر وكړه ” ځواب راكړي؛ نو بايد ډاډ ولرو، چې ستر حكمت پكې نغښتی دى.

دولس كلن هلك له خپل شتمن پلاره غوښتل، موټر ورته وپېري؛ خو د پلار ځواب يې دا و: صبر وكړه، چې وخت يې راورسېد، ښه موټر به درته وپېرم.

د ځينو دعاوو ځواب داسې وي: تردې ښه او غوره مې په پام كې درته دي.

“كرستوف كولومب” هند ته د رسېدو لپاره د لنډې لارې په لټه كې و او تل به يې دعاوې كولې، چې دغه لار پیدا كړي؛ خو خداى يې د دعاوو غوره او ښه ځواب وركړ او د “امريكا” وچه يې كشف كړه.

ستر فرانسوي عالم “پاستور” غوښتل، د څارويو لپاره درمل پیداكړي؛ خو د خپل كار په ترڅ كې يې د “لېوني سپي” واكسن وموندل.

 د خداى ځواب چې زموږ دعاوو ته هر څه وي؛ بايد همغه پر سر سترګو قبول كړو او د خداى پر عقل او مينه ډاډ وكړو.

چې کله دعا كوو او هر څه چې له خدايه غواړو؛ نو خداى بايد د هغې په وركړه كې ازاد پرېږدو؛ ځكه خداى هغه عاشق دى، چې نه غواړي خپلو بندګانو ته سزا وركړي او عقل يې زموږ له عقله هم ډېر؛ بلكې بې حده بشپړ دى؛ نو په ټولو چارو كې يې حكمت او رحمت دى او په هېڅ كار كې نه تېروځي.

6 _ كه يو ګران مو درڅخه لرې وي، مه ورپسې خپه كېږئ؛ بلكې د خداى مينناكې غېږې ته يې ور و سپارئ؛ ځكه نشئ کړاى، په څنګ کې يې ووسئ؛ خو خداى دا كار کړاى شي.

7 _ كه له چا سره مو بد كړي وي يا څوك مو بدې راځي، دعا ورته وكړئ؛ ځكه دا كار به ستاسې د زړه کرکه او غوسه په مينه واړوي.

8 _ له خدايه وغواړئ، د نورو خلكو د دعا په قبلېدو كې له تاسې ګټه واخلي.

 يوه بېوزله ماشومه وه، چې له خداى يې غوښتل، د اختر پر ورځ يو پاكټ چاكلېټ له چا اخترى واخلي. دعاوې يې كولې؛ خو هېڅ هم ونشول. ماشومې دا خبره خپلې يوې ملګرې ته وكړه. دا مهال يو سړى تېرېده، چې د دوى خبرې يې واورېدې. هغه سړى ولاړ او دوه پاكټه چاكلېټ يې واخستل او دواړه يې ماشومې ته وركړل، ورته يې وويل: خداى راته وويل، چې دا دوه پاكټه چاكلېټ تا ته دركړم. د ماشومې سترګې له خوشحالۍ ځلېدې او پر خوشحالۍ يې وويل: خدايه! ته مې د ژوند هر څه يې.

يوې عارفې ښځې وويل: كه خداى راته دومره جيګ او لوړ غږ راكړي، چې د نړۍ پر لوړ غر ودرېږم او ټول خلك مې غږ واوري؛ نو چغې به كړم: دعا وكړئ! دعا وكړئ!

راځئ دعا وكړو او له خداى سره خبرې وكړو. دعا د روح درمل او د ژوند غښتلتيا ده.

 كه يوه ورځ مو دعا و نه کړه؛ نو پوه شئ، ډېر څه مو له لاسه وركړي او كه يوه ونۍ مو دعا ونکړه؛ نو پوه شئ،
 ډېر کمزروي شوي یئ.

 

څلورم څپرکى

 

څرنګه نېکمرغه شو؟

د كمپيوټر او ټكنالوجۍ په راتګ، انسان ډېر څه لاس ته راوړل؛ خو ورسره يې ذهني هوساینه لږه شوه.

څو كاله مخكې زموږ په ښار كې زلزله شوه، ټول وېرېدلې ول؛ ډېر څه يې ويجاړ كړل او هر څه يې ګډوډ كړي ول، ځينې خلك له خپلو كورونو تښتېدل، ځينې له وېرې لړزېدل، ځينې بېسده ول، چا مال او سره زر په غېږ كې نيولې ول او چا خپل بچي؛ خو دلته يوه وه، چې هېڅ چرت يې خراب نه و؛ “شانتي” خوركۍ.

 وپوښتل شوه: تاسې نه وېرېږئ؟

ځواب يې وركړ: نه! خوشحاله يم، داسې خداى لرم، چې کړاى شي دا نړۍ وښوځوي.

 دلته څوك وينم، چې د نړۍ د نېکمرغۍ لار يې موندلې وه.

“سنت اګوستني” د يو ښار بازار ته ولاړ، چې د شاوخوا د كليو خلك، سودا پېرلو ته ورغلي وو. دا مهال يو سړى راغى او غږ يې كړ: خلكو! راټول شئ! زه ستاسې ذهن لوستی شم. خلك ترې راټول شول او هغه د يوې شېبې لپاره سترګې پټې كړې او په ډاډه غږ يې وويل: ستاسې په ذهن کې دي، چې ګران وپلورئ او ارزان يې وپېرئ. تاسې ټول د ګټې په فكر كې ياست.

 په خلكو كې ګڼه ګڼه شوه: هغه رښتيا وايي! سم يې وويل…

 دا مهال “سنت اګوستين” غږ كړ: خبره يې سمه نه ده، دلته ډېر داسې خلك شته، چې نه څه د پلورلو او نه څه د پېرلو ته لري؛ كه ويلي يې وي، چې تاسې ټول د ژوند په نېکمرغۍ پسې راغلي يئ؛ نو خبره به يي سمه وي؛ تاسې ټول غواړئ، نېکمرغه شئ.

هو سمه ده! ټول غواړئ، په ژوند كې نېکمرغه شئ.

 د تمدن تر پیدايښت مخکې هم انسان د نېکمرغۍ په لټه كې و او دا پلټنه همدا اوس هم دوام لري. انسانان وپوهېدل، چې تر خوندونو روسته دردونکي خپګانونه راځي. شتمني د انسان په لاس كې نه پاتېږي او شهرت د پښې ښویېدل دي. هر څوك غواړي، نېکمرغه شي؛ خو دې هيلې ته د رسېدو لار كومه ده؟

درې كسان د نېکمرغۍ په لټه كې ول، هغوى به پوښتل: نېکمرغي چېرې ده؟ د نېکمرغۍ خواله په څه كې ده؟ تر اوسه څو كسان حقيقي نېکمرغۍ ته رسېدلي؟

په هغوى كې يوه داسې انګېرل، چې نېکمرغي په خوندونو كې ده او خوندونه دي، چې انسان نېکمرغۍ ته رسوي؛ نو خپل ټول ژوند يې يوازې په خوندونو كې تېر كړ، هغه شتمن و او ستره ماڼۍ يې جوړه كړه، ډول ډول خوراك څښاك يې درلود؛ كتابتون يې هم جوړ كړ، چې د نړۍ تر ټولو ګران بيه اثار پكې ول، د نړۍ له بېلابېلو ځايونو خلك ورتلل، بلابېل هنروال، شاعران او موسيقي پوهان او… ورتلل، د نړۍ ښکلې ښځې يې ور وستې، چې دا ډول ژوند يې ټولو ته افسانه شوى و. ځواني يې چې تېره شوه، ژوند ورته په زړه پورې نه و. څومره يې چې عمر تېرېده؛ پوهېده چې د هر خوند تر شا یو درد پټ دى او ژوند، چې يوازې خوندونو تهوبښل شي؛ نو ډېر ستومانه شي. د مرګ په شېبوكې يې منښته وكړه، سره له دې، چې د خوندونو او شتمنۍ ژوند يې كړى؛ خو اریزې او حقيقي نېکمرغۍ ته نه دى رسېدلاى او له دنننه منځتشی دى؛ هغه د ژوند نېکمرغۍ ته نه و رسېدلی او نېکمرغي يې نه وه موندې.

څو ورځې مخكې يو زلمى راغى؛ څلور كاله مخکې يې پلار مړ شوى و، چې ډېر څه ترې پاتې شوي وو، هغه يو ناپوهه هلك و، خپل ټول مال يې پر مزو چړچو الوځولى و؛ شرابو او جوارۍ ته يې مخه كړې وه، هر چېرې چې تله، يوه ډله انډيوالان ورسره وو او د شاهزاده غوندې چلن يې ورسره كاوه. تردې چې په درېیو كلونو كې يې خپل ټول مال والوځاوه؛ اړ شو خپل هرڅه وپلوري او د پولۍ پړك ته کېناست. د شاو خوا انډيوالانو يې، چې دا حالات وليدل، ترې خواره شول. زلمي په ژړا راته وويل: د اوسېدانې كور نه لرم، د ناستې پاستې څوك نه لرم، ټول مال مې لاهو كړ. غواړم ځان ووژنم.

هو! د زړه سرونو! همداسې ده، چې ډېر ځل د ” خوندونو” او

” خپلسریو” پايله “ځانوژنه” وي.

كه نن وي كه سبا، ټول به پرې پوه شي، چې “نېکمرغي” د ژوند په “خوندونو” كې نه ده.

چا تر شاهزاده “سيدراتا” (چې بيا “بودا” شو)، ډېر امكانات درلودل؟

 نړۍ ته يې وښوول، چې “نېکمرغي” د ژوند “سوکالۍ” او “خوندونو” اخستو ته نه ويل کېږي. پلار يې “سودودانا” درې ماڼۍ ورته جوړې كړې وې، چې په هر موسم كې په يوه ماڼۍ كې و اوسي؛ خو تل يې زړه پوښته: همېشنۍ او حقيقي نېکمرغي په څه كه ده؟

“ګواتما بودا” د خپل هېواد له يوې ښکلې انجلۍ سره واده وكړ؛ زوى يې وشو، چې “راهولا” نوم يې پرې كېښود، چې مانا يې “زنځير” و.

 “ګواتما” وويل: دا ژوند “زنځير” دى، چې پرې تړل شوي يو، زړه مې غواړي، له دې بنده ازاد شم او په حقيقي نېکمرغۍ پسې ولاړ شم او ووينم، حقيقي نېکمرغي چېرې او څرنګه لاس ته راوړل كېږي؟

 يوه شپه چې ټول ويده ول، د “خوندونو” او “غمونو” له ډكې ماڼۍ وتښتېد، چې د حقيقي نېکمرغۍ لار پیدا كړي.

په لومړۍ کيسه كې مو وليدل، هغه شتمن سړی پوه شو، چې د ژوند نېکمرغي د نړۍ په خوندونو كې نه ده. بودا پوه شو چې د نړۍ خوندونه لنډمهاله او ژر تېرېدوني دي؛ د پوكاڼۍ مثال لري چې ډېر ژر چوي؛ توهم دى، په زړه پورې نه دي. هغه پردې خبره رسېدلی و، چې د نېکمرغۍ لاس ته راوړنې ته بايد له دې نړۍ ګوښه شي او په ګوټ كې سر په ګرېوان كې ښكته او فكر وكړي؛ راهب شو چې هېڅ اړيکې يې له نړۍ سره نه درلوده، له چا سره يې هم تګ راتګ نه درلود؛ خو هغه هم حقيقي نېکمرغۍ ته و نه ر سېد؛ ځكه پر زړه يې انسانان راورېدل.

 بې ملګرتيا ژوند يواځېتوب دى، چې دا هم انسان نېکمرغۍ ته نشي رسولاى؛ خو هغه درېیم سړي، له هغو دوو افراطونو ډده وكړه، نه يې چورلټ خوندونو ته مخه كړه او نه يې چورلټ نړۍ ته شا كړه او پوه شو، چېرې چې مبارزه نه وي، هلته برى هم نه وي؛ خپل ژوند يې د خپلې كورنۍ، ټولنې، بشريت او د پنځون د نورو مخلوقاتو؛ لكه څارویو او بوټو د دندو پر بشپړه او ښه توګه، د سرته رسولو ته وقف كړ؛ ورسپارل شوې دنده يې په ښه توګه سرته ورسولې، له ټوله سره يې مينه درلوده، له هسک نړۍ پال څښتن او بندګانو سره يې مينه کوله؛ له ګلانو، سيندونو، ستوريو، حشراتو او څارویو سره يې مينه کوله؛ نوځکه د ژوند حقيقي نېکمرغۍ ته ورسېد؛ و يې موندل چې د ژوند حقيقي نېکمرغۍ ته ورسېد؛ و يې موندل چې کله زړه، له مينې ډك شي؛ نو ژوند هم ورسره له نېکمرغۍ ډك شي؛ د ژوند له خوندونو يې مخه وا نه ړوله؛ بلكې له هغوى يې په سمه او مناسبه توګه ګټنه وكړه او ورسره به يې د ورځې يا شپې يوه شېبه سر په ګرېوان كې تېروله او په خلوت كې به يي له خپل پنځګر سره خوالې کولې، په دې دعاوو او ژړاوو يې هڅه كوله، ځان د هستۍ پر خوالو پوه كړي او ژوند يې همداسې تېر شو، چې د مرګ په شېبو كې يې وويل: زه نېکمرغه انسان يم، د نېکمرغۍ خواله مې موندې ده.

سبق يې ډېر ساده دى، دومره ساده، چې ويل يې خندا راوړي؛ خو تر اوسه پرې لا بشر نه دی پوه شوی.

ځينې خلك چورلټ په خوندونو پسې ورك وي، ځينو ته چې د مادي نړۍ اریزه څېره معلومه شوې، ګوټ ته شوي؛ خو لږ داسې خلك دي، چې منځلاري يې نيولې او د ژوند پتمنه لار یې نيولې. سپينه خبره خو دا ده چې كه په ژوند كې مو تعادل جامه نه کړ؛ نو ژوند به مو منځتشی وي.

 ډېر به مو له خلكو اورېدلي وي: نړۍ پر ژوند كولو نه ارزي، په اند مې چې د زړه تنګۍ او خپګان وخت ته رسېدلي يو.

 هو! علم پرمختګ كړى او د بريا لوړو څوكو تو رسېدلې؛ د اتوم خواله برسېره شوه، جسم مو وپېژانده، رنځورۍ او درمنله مو ورته پیدا كړه؛ خو له خپل هويت او موخې بې خبره يو. نننى انسان ډارونکي يواځېتوب ته رسېدلى او ذهن يې تل له زرونو نامعلومو وېرو ډك دى.

ستر مورخ “ارنولد توين بي” ګروهن دى، چې انسان د صنعتي تمدن په پرمختګ، ډېر څه لاس ته راوړي؛ خو د ډېر څه د لاس ته راوړلو لپاره يې ستره بيه وركړې او دا بيه يې د ذهن هوساینه ده.

 د مادي ګټو او تكنالوجۍ له پرمختګ سره د انسان د ذهن هوساینه لږه شوې ده.

تمدن د عاطفي او روماني چارو په هکله ډپ ته رسېدلې؛ خو د خلاصون لار هم شته، چې د كمپيوټر، تكنالوجۍ او صنعت پرمهال، ځان نوې نېکمرغۍ او د ژوند رښتينې خوشحالې ته رسولای شو:

رښتيا! دې رښتينې خوشحالۍ او نېکمرغۍ ته به څرنګه ځان رساوو؟

 دلته مې زړه غواړي خوشحالۍ او نېکمرغۍ ته د رسېدو څو لارې دروښيم؛ نو ښكاره خبره ده، چې ددې کړنلارو په عملي كولو به پايله واخلو. وړانديزونو ته كه د عمل جامه ور وا نه غوستل شي؛ نو د هغه درملو غوندې به وي، چې رنځور ته يې وركړي او رنځور يې و نه خوري.

 يو انډيوال ته مې چې ډېر يې د خپلې روغتيا خيال نه ساته، څو ګولۍ وركړې، څو ورځې روسته مې د هغه د روغتيا پوښتنه وكړه؛ خو د روغتيا حالت يې ډېر په زړه پورې نه و. و مې پوښتل: آيا هغه درمل مې چې دركړي ول؛ خوړلې يې دي.

و یې ويل: نه! هغه يې تر اوسه په جېب كې دي.

 دا خو ښكاره خبره ده، چې هغه درمل هېڅ اغېز نه لري، چې و نه خوړل شي او په جېب كې پاتې شي، په همدې اوډون، كه زما پردې وړانديزونو مو عمل وكړ؛ نو ګټور به واقع شي.

لومړى وړانديز:

خورا ساده دى؛ كه په نېکمرغۍ او خوشحالۍ پسې ګرځئ؛ نو له هغه څه ډډه وكړئ، چې د خوشحالۍ وژونكى وي، چې يوه يې کرکه ده. د زړه ورونه مو کرکې ته مه پرانزئ.

 چې كله مو ككړ او چټل فكر ذهن ته راننوت؛ و یې لتاړئ او پر ځاى يې د زړه په پټي كې مينه او نېکي غواړی تخم وكرئ.

كلونه مخکې مي يو سړى وليد، چې څېره يې له غوسې توره اوختې وه؛ راته يې وويل: پر زړه مې اور لګېدلى! چې د پلار قاتل مې نه وي وژلې، دا اور به مړ نشي.

 هو! کرکه د اور غوندې انسان سوځوي، ‏چې په دنننه كې مو د کرکې اور بل وي؛ ښادي او خوشحالي به پر سترګو و نه وينئ.

بودا وويل: کرکه په کرکې له منځه نه ځي؛ بلكې مينه ده، چې کرکه له منځه وړي.

يو سړى مې پېژنده، چې يو ناولی ژوند يې غوره كړى و؛ ښځه او زامن يې د روح د تسکين لپاره محبوب دادا ته ورتلل. يوه ورځ هغه سړى دادا ته ورغى، په بى ادبۍ او بدمعاشۍ يې وويل: خبر نه يې څومره مې بدې راځې. محبوب دادا په مينه ور وكتل، ورته يې وويل: كاش کې پوهېدې، څومره راباندې ګران يې؟

 نه پوهېږم د محبوب په كلام كې څه خوږلنی و، چې هغه سړى د دادا پښو ته پرېوت او په ژړا يې بښنه وغوښته. تر هغې ورځې روسته، د سړي د ژوند لار بدله شوه او خپلو ناوړه چارو ته يې شا كړه.

“ريشى داياندا” خپل اشپز مسموم كړ. په حقيقت كې اشپر ته رشوت وركړل شوى و، چې خپله ښادي او نېکمرغۍ ووژني. رېشى “داياندا” د مرګ په حال كې خپل اشپز ته غږ كړ، يو څه پيسې يې وركړې، ورته يې وويل: دا پيسې واخله او “نيپال” ته وتښته؛ ځكه كه زدکړیالان مې پوه شول، چې ستا كار دى؛ نو پر وهلو وهلو به دې ووژني.

 داسې كسان د بشريت د سترانو بېلګې دي، چې د کرکې ځواب يې په مينه وركړ او و يې ښوول، چې د ژوند نېکمرغي او خوشحالي په مينه كې ده؛ نو كه غواړئ، د ژوند له حقيقي نېکمرغۍ برخمن شئ، يو له بل سره مينه وكړئ او د کرکې ځواب په مينه وركړئ.

د نېکمرغۍ يوه وژونکى ((کينه)) ده، چې کينه په زړه كې وي، د نېکمرغۍ مخ به و نه وينئ.

 ژوند له وړو او ډول ډول خپګانونو ډك دى، چې کينه جوړوي. کينه د نېکمرغۍ د پرمختګ مخنيوی كوي.

د هند حکيمانو به دعاوې كولې: راځئ له خپلو ملګرو و نه وېرېږو! راځئ له خپلو دښمانو و نه وېرېږو! راځئ له پېژندګلو و نه وېرېږو! راځئ خپلې شپې او ورځې له وېرې تشې كړو؛ ځكه وېره هم د نېکمرغۍ د پرمختګ مخنيوی كوي.

 بودا وويل: چې کله وېره راباندې راشي؛ نو ‏كله هم غلی نه پاتېږم؛ نه کېنم، نه ويده كېږم، شا او مخي ته ځم، چې پر وېرې لاسبرى شم.

 بايد پخپل ځان كې د مړانې روحيه غښتلې كړو، چې د ژوند پر خوشاليو پوه شو؛ ځكه مړانه له خطرو خلاصون دى.

 “سروانتس” ويلي: د هغه چې شتمني له ګوتو وتلې وي، لږ څه يې له لاسه وركړي؛ خو هغه چې ملګرى یې له لاسه وركړی، ډېر څه يې له لاسه وركړی او هغه چې مړانه له لاسه وركړي وي، هر څه يې له لاسه وركړي دي.

د ښادۍ او نېکمرغۍ پوپناكوونكي عناصر او خنډونه له منځه يوسئ، كه تر اوسه ښادۍ ته رسېدلي نه يئ، ډاډ ولرئ، د ذهن په ګوټ كې مو يو هغه لامل په فعاله توګه وجود لري.

دويم وړانديز:

د هغه روږد په هکله دى، چې ښادي له منځه وړي؛ د منفي چارو په هکله فكر او په هکله يې خبرې كول.

يو سوداګر پېژنم چې هر سهار يې پر يو كاغذ ليكل: نن به هېڅ منفي فكر يا خبره و نه کړ م؛ هره ورځ يې دا غونډله پر كاغذ ليكله او په جيب كې يې ايښووله. هغه وويل: له يو كال تمرين روسته پوه شوم، چې منفي خبرې او اندونه مې خورا لږ شوي، پخوا راباندې ژوند ډېر تنګ و؛ خو اوس منفيپال نه يم او ډېر ښاد او تازه يم.

څوك چې مثبت فكر لري او مثبتې خبرې كوي، ژوند به يې له نېکمرغۍ او ښادۍ ډك وي؛ خو په موږ كې د ډېری وګړیو روږد دا دى، چې هر څه ته منفي وګورو. د داسې څيزونو په اړه سوچونه كوو، چې ممكن، ‏كله هم راپېښ نشي.

يوه ورځ يوې ښځې او مېړه يې غوښتل، د يو خپلوان كتو ته ورشي. د خپلوان كور يې څو کېلومتره لرې و، چې باید هلته د تلو لپاره، له يو زوړ پول څخه تېر شوي وای، په لار كې د ښځې ماغزو ته راغلل، چې هغه پول امن نه دى؛ نو له همدې لپاره وارخطا شوه او مېړه ته يې وويل: هغه پول زوړ دى، زما له هغه پول څخه كركه کېږي او هلته بېړۍ هم نشته، چې موږ د سيند هغه غاړې ته يوسي.

هلته زما ماغزو ته دا خبره نه وه راغلې، چې كه دا پول ښویې شي او لاهو شو؛ نو بيا؟

 ښځې يې وويل: كه د پول يو خښته ونړېده؛ نو ستا پښه به هم ښویې شي؛ نو هغه مهال به زما خيال څوك ساتي؟

 او همداسې د هغوى د زړه وېرې دوام درلود، چې پول ته ور و رسېدل، و یې ليدل چې هلته يې نوى او كلك پول جوړ كړی او په خیر خیريت پر پول واوختل.

درېیم وړانديز:

زړه مو له مينې ډك كړئ؛ د هسک نړۍ پال څښتن له مينې، د انسانانو له مينې، د څارویو، مرغيو، طبيعت او له خپل ځان سره له مينې. هر چېرې چې عشق او مينې پل ايښی، ورپسې ښادي او نېکمرغي هم ورغلې، د مينې رڼا ده، چې خلك د نړۍ د خپګانونو له تيارو ساتي.

د كان يو مزدور د معدن د راښویېدو له لامله، په كان كې ګېر شوی و، د ژوند په روستیو شېبو كې يې خپلې كورودانې ته وليكل: دومره راباندې ګرانه يې، چې نور پرې نه کېږي، پر اولاد مې پام لره، هغوى داسې وروزه چې له خداى سره مينه پیدا كړي او چوپړ وكړي، زه يواځې او ځانته نه يم، هسک نړۍ پال څښتن پخپل څنګ كې ننګېرم او له چا او څه هم وېره نه لرم او زه نېکمرغه مرم.

 دا ليک د كان په تپه تياره كې ليكل شوی و؛ خو له مينې، هيلې او مړانې ډك دى، ددې كان كارګر پوهېده، چې څنګه ان د ژوند په روستیو شېبو كې هم ښه او هوسا ووسي، زړه يې د هسک نړۍ پال څښتن، كورنۍ، كورودانې او انسانانو له مينې ډك و.

 چېرې چې عشق وي، هلته نېکمرغي او ښادي هم وي.

ځينې نورو ته په دوكه وركولو او د نورو په کړولو خوشحالېږي.

زما يو ښووند، يو مهال د هند په شمال کې د يوه پوهنځي رئيس و، چې ډېر وخت به بېلابېلو ځايونو ته تله او خلكو ته يې خبرې كولې، تل به زدکړیالان هم ورسره وو. يوه ورځ يو ځاى ته ولاړل، چې كارګر پر كار بوخت وو. كارګرو خپل بوټان او جامې ويستې وې او په يو ګوټ كې يې ايښې وې، زدکړیالانو د خوند او تفريح لپاره، د كارګرانو جامې پټې كړې؛ نو چې کله ښووند خبر شو، و يې ويل: راشئ غوره تفريح دروښيم ؟ بيا يې له هغوى وغوښتل، د كارګرانو بوټان او جامې بېرته پخپل ځاى كې کېږدئ او په هر يو كې يوه سكه كېږدئ او هغه مهال د كارګرانو څېرو ته ځير شئ. زدکړیالانو همداسې وكړل او چې کله كارګرانو هغه سكې پخپلو جامو كې وليدل، خورا خوشاله شول.

څلورم وړانديز:

 ان يوې شېبې ته هم بېكاره مه كېنئ.

 “ويليامكاوپر” دوه پيړۍ مخکې وويل: كار نه کول دمه نه ده، بېكاره او بې ورهڼې ذهن، خپه ذهن دى، تل کارنده وسئ، غمځپلو ته هوساینه چمتو کول، د غمجنو او نشتمنو ژوند ته خوشحالي راوستل، غوره فعاليت دى.

كومه ښادي چې بل ته وربښو، بېرته موږ ته راګرځي. په حقيقت كې د نېکمرغۍ حركت، مداري حركت دى، له موږ څخه پيلېږي، نورو ته ورسي او بېرته راته راګرځي.

يو رنځورپوه راته کيسه كوله، چې يوه رنځوره يې، اوولس كلنه شتمنه نجلۍ وه؛ سر به يې ټيټ نيولی و او يوه بې حركته مجسمه ترې جوړه شوې وه، دا رنځورپوه يې ډېر په اسانه پر رنځورۍ پوه شو. هغه ښکلې مرغۍ وه، چې د سرو او شتمنۍ په پنجره كې راګېره شوې وه؛ ځكه هغې ‏كله هم د يو نشتمن د خوشالولو لپاره، له دې پنجرې، نه وه راوتې.

نجلۍ او پلار يې رنځورپوه را و غوښتل، چې له هغه سره يو ځاى ته ولاړ شي. د خوراكي توکیو تر پېرلو روسته، نشتمن مېشته ‏سيمې ته ولاړل، هر كور ته چې رسېدل، رنځورپوه يو څه خواړه وركول. بيا يې له نجلۍ هم وغوښتل، دا كار وكړي. پېغلې چې د لومړي ځل لپاره دا كار كاوه؛ نو ملا يې ټيټه وه او پر دويم ځل يې ملا سیده شوه او درېیم ځل بېخي روغه شوه او پر خوشحالۍ يې له خپل پلار او رنځورپوه څخه توکي اخستل او پر خلكو يې ويشل او هره ورځ به په تمه وه، چې له يو نشتمن سره په ژوند كې مرسته وكړي.

او همدا ول، چې له څه مودې روسته روغه شوه.

كه له ژونده ستړي یئ او يا فكر كوئ، څوك درباندې پام نه کوي؛ نو د خلكو ژوند ته د خوشحالۍ راوستو هڅه وكړئ.

پينځم وړانديز:

د هر چا ښو ته ګورئ. په نړۍ كې به داسې څوك نه وي، چې له ښو ځانګړنو به بې برخې پاتې وي. د خلكو ښو ځانګړنو ته ګورئ او له بدو ځانګړنو يې سترګې پټوئ.

اديب داسې ويلي دي: كه چا نهه غواروي او يوه نیمګړتیا درلوه؛ نو هغه يوه نیمګړتیا يې هېره كړئ او كه چا نهه نیمګړتیاوې درلودې او يو غوراوی و؛ نو هغه نهه نیمګړتیاوې يې هېرې كړئ او يواځې يو غوراوي ته يې پام وكړئ.

“يوديشتر” د هند د يوې برخې لايق او كامياب مشر و؛ په ژوند كې يې ډېرې سختۍ او خپګانونه راغلل؛ خو سره له دې، تل به خوشحاله و.

 “دوريودانا” يو بل مشر و، چې له ستر ځواک سره سره بيا هم تل غمجن و، چې دې دواړو مشرانو په ماشومتوب كې له يو ښووند څخه زده كړه كوله. يوه ورځ استاد “يوديشتر” ته وويل: ښار ته ولاړ شه او بلابېل خلك ووينه. ماښام چې راستون شوې، ما ته ووايه، چې په ښار کې تر ټولو بد انسان څوك و. بيا استاد “دورويودانا” راوغوښت، ورته يې وويل: زويه! ښار ته ولاړ شه، خلكو ته وګوره او ماښام، چې راستون شوې، ما ته ووايه، چې په خلكو كې تر ټولو غوره سړى څوك و.

 ماښام و چې يوديشترا او دوريودانا راستانه شول.

 يوديشترا خپل استاد ته وويل: استاده! په ښار کې مې ډېر خلك وليدل چې په هر يوه كې مې داسې غورای وليد، چې ما نه درلود، هر چا يو داسې څه درلودل، چې ما نه درلودل؛ نو سپينه به يې ووايم، چې زه تر ټولو بد وم.

دوريودانا خپل ښووند ته وويل: استاده! په هر چا كې مې يوه نیمګړتیا وليده چې په ما كې نه وه، په هر چا كې يوه نيمګړتيا وه.

 فكر كوم زه تر ټولو غوره وم.

شپږم وړانديز:

هر څه په غوره توګه سر ته رسوئ. هره دنده چې درسپارل کېږي، خپل تر ټولو غوره او ګران څيزونو ترې بلهار كړئ. موږ چې يو كوشن كار په ښه توګه بشپړ نه کړو؛ نو پر ټوله نړۍ ناوړه اغېز لري.

يو عرب شاعر ويلي: كه خټګر يې او كور جوړوې؛ نو داسې يې جوړ كړه، ته وا معشوق دې په دې كور كې اوسي.

 دا د رښيتنې نېکمرغۍ خواله ده، كه داسې مو وكړل؛ نو كار به درباندې چرې هم بېګار نه وي؛ بلكې خوندور او نېکمرغۍ جوړونكى به وي.

اووم وړانديز:

بادار اوسئ، نه مريی. د احساساتو، غوښتنو او غريزو بادار وسئ نه يې مريی.

 زما واورئ او پر نفس د بادارۍ چل زده كړئ، پخپل ځان كې نظم وروزئ. څوك چې د خپلو غوښتنو او غريزو مريی وي، ژوند به پرې يواځې دروند پېټی وي.

اتم وړانديز:

پرېږدئ! هر څه پرېږدئ او هسک نړۍ پال څښتن ته يې وروسپارئ.

 كه نهيله، ستړى، غمجن او خپه ياست او كه وينئ، له ډېرو هڅو و هانو سربیره، بیا هم بري ته نه رسئ؛ نو پرېږدئ! هر څه پرېږدئ او هسک نړۍ پال څښتن ته يې ور و سپارئ. پرېږدئ، هسک نړۍ پال څښتن مو د ژوند پالندويي او ښیون وکړي او كه داسې مو وكړل، ژوند به مو له خورا بركتونو او نعمتونو ډك وي.

همدا اوس په زړه كې ووايئ: هر څه مې هسک نړۍ پال څښتن ته سپارلي! ځان مې هم هسک نړۍ پال څښتن ته سپارلی دى.

 دا جادويي او ښکلی عبادت په زړه كې او په لوړ غږ تكرار كړئ، د ژوند د كور ورونه مو هسک نړۍ پال څښتن ته پرانستي پرېږدئ، چې د ژوند كور مو برکتي شي.

يو سړى ډېر سخت رنځور شو، يو رنځورپوه يې هم پر درمل نه پوهېده، ښځې يې ژړل او دعاوې يې كولې؛ خو هېڅ ونشول، د مېړه روغتیا يې نوره هم خرابه شوه، څو يوه سړي د رنځور ښځې ته وويل: هر څه هسک نړۍ پال څښتن ته پرېږده او ‏هغه ته يې وسپاره.

 ښځې وپوښتل: مطلب دې څه دى؟

 سړي وويل: مېړه دې هسک نړۍ پال څښتن ته وسپاره. هغه خو څه ستا مال نه دى؛ بلكې د هسک نړۍ پال څښتن مال دى، هسک نړۍ پال څښتن ته يې وسپاره او پرېږده، چې هسک نړۍ پال څښتن خپله خوښه وكړي.

ښځې د هغه سړي خبرې د زړه په غوږونو واورېدې او خپل مېړه يې هسک نړۍ پال څښتن ته ‏وسپاره. ډېر ژر یې ‏مېړه‏ روغ رمټ شو.

آيا په سختو شرايطو كې راګېر شوې يې؟ آيا د ژوند او نفس د څپو په سمندركې راګېر شوې يې؟ آيا وټیزې ستونزې لرې؟ آيا تاوانونو دې ملا ماته كړې ؟ آيا له خپل راتلونکې وېرېږې؟ هر څه پرېږده او هسک نړۍ پال څښتن ته يې وسپاره.

پرېږده! هغه وشي، چې د هسک نړۍ پال څښتن خوښه وي. ډاډمن وسه هسک نړۍ پال څښتن به دې نهيلی نه کړي. كه داسې مو وكړل؛ نو و به وينئ، چې د ژوند ناخوالې او خپګانونه مو ورك شوي دي.

 هسک نړۍ پال څښتن ته هر څه پرېښوول لامل شي، چې د هسک نړۍ پال څښتن خوښه پلي او ژوند مو برکتي شي.

 

پينځم څپرکى

اوس مې دوه تنه رایاد شول چې يو يې ” تويوهيكوكاګاوه” دى. كړنلار يې د مسيح ښوونې؛ د مسيح لپاره ژوندى و، فكر او ذكر يې مسيح و. پردې سترې وګړې يې د جاپان د ګاندي نوم کېښود؛ خو زما په نظر چې زموږ د مهال سنت فرانسيس و؛ د وړوكتوب ايمان، سادګۍ، له نشتمنو سره مينه، له غمځپلیو سره همدردي او د ستونزو او غمونو پر وړاندې يې موسكا او پراخې سينې، ما ته “اسينه” رايادوله.

په دې توکیز پېر كې كاګاوا دا مړانه درلوده، چې د مسيح لاروی وي، مينه وكړي او ايمان ولري. هغه د بېوزلۍ، سادګۍ او سرښندنې پلوی و.

 هغه ويل: نشتمني، مطلق خلاصون دى. هغه چې كله هر څه پرېښوول او له نشتمنو‏ سره يې ژوند پيل كړ؛ نو خپلو ډېرو ملګرو ورته لېونی وايه، ان تردې چې ځينې رښتيا پردې ګروهن ‏ول، چې ماغزه او عقل يې له لاسه وركړی؛ خو كاګاوا په موسكا وويل: په مينه كې خوشاله يم، مجنون شوم؛ خو ځانته غره نه يم؛ ځكه بې له دې كاره مې بله چاره نه درلوده.

خو هغه بل سړى مې چې ذهن ته راغلی، زما يو ملګرى دى، چې انسان دی او د ټولو غوندې د خپګانو او تشويشونو ښكار کېږي. څو ورځې مخکې په روغتون كې بستري شو، روغتون ته تر تلو مخکې دلته راغى، تشويش او خپګان يې په څېره كې له لرې څرګند و. هغه به ويل: وېرېږم چېرې په روغتون كې مړ نشم.

د ننني انسان د پېژندګلو نښه وېره ده، موږ له خپل ځېل، بېوزلۍ، بيكارۍ، بې احترامۍ، كم لطفۍ، رنځورۍ او له مړينې وېرېږو.

 موږ ان له ژونده هم وېره لرو، تل له دې وېرېږو، څه چې په ژوند كې لرو، له لاسه ور نه کړو.

 يوه ښځه مې پېژنده، چې تل يوه وړكۍ پېټۍ ورسره وه. په پېټۍ كې یې جواهر ټول كړي ول. هغه چې د څه مودې لپاره زموږ مېلمنه وه، دا پېټۍ يې له سترګو نه لرې كوله. ان تردې چې د شپې به څو ځلې راپاڅېده او پر پېټۍ يې ګوتې وهلې، چې شته كه نه.

 هو! موږ په وېره كې ژوند كوو، په وېره كې كار كوو، په وېره كې روان يو او په وېره كې خبرې كوو؛ خو داسې خلك هم شته چې ددې وېرې او ډار پرمهال د مړانې بېلګې دي، چې “كاګاوا” هم يو له هغوى ځنې دى.

 هغه په روغتون كې بستري و او د سترګو ليد يې له لاسه وركړى و، مياشتې مياشتې يې پر پانسمانو، سترګو په يوه تياره خونه كې تېرې كړې. هغه ته یې ويل: روغتيا دې له لاسه وركړې، د سترګو ليد دې له لاسه وركړى دى، آيا ته له مړينې نه وېرېږې؟

هغه به په سړه سينه ځواب وركاوه: په دې ستره هستۍ کې چې د هسک نړۍ پال څښتن د ستورو له رڼا ډكه ده او په هر ځاى كې هسک نړۍ پال څښتن پكې وينم، له یوه څيزه هم نه وېرېږم، چې ‏په دې تورتم خونه كې بستري يم؛ نو هسک نړۍ پال څښتن رڼا رابښي. كله راباندې د دوزخ له اوره سخت درد راشي؛ خو په هغه دردونو كې هم راباندې د هسک نړۍ پال څښتن لورنې راورېږي او ما پخپله غېږ كې نيسي؛ خبرې راسره كوي، زما كټ، اوښكې، دا پټۍ چې سترګې پرې تړل شوي، ددې خونې چهت او ځمكه، د مرغيو غږونه، ګرسره خبرې راسره كوي. هسک نړۍ پال څښتن هم خبرې راسره كوي. ددې هستۍ ټول بې ځانه مخلوقات هم خبرې راسره كوې؛ نو همدا ده، چې په دې تورتم كې هم يوازېتوب نه ننګېرم.

ورته يې وويل: ته خورا كړېدلی يې! آيا له دې حالته خپه نه يې؟ځواب يې وركړ: آيا خلك له دې چې وزرې نه لرې خپه نه دي؟ هغوى د وزرو پر ځاى الوتكه جوړه كړه او همدا موضوع د سترګو په هکله هم رښتینې ده، چې كه چا د سترګو ليد له لاسه وركړ، بايد د زړه سترګې پرانځي. زما هسک نړۍ پال څښتن پخپله نور دى. سره له دې چې بهرنۍ نړۍ تورتم ده؛ خو د زړه خونه مې د هسک نړۍ پال څښتن په تلپاتې نور روښانه ده.

كاګاوه ګروهن و،: كوم غمونه او خپګانونه، چې راباندې راځي، د هسک نړۍ پال څښتن کړلار ده، چې په ژوند كې مو پلي کېږي. نړۍ پال هسک نړۍ پال څښتن او په نړۍ عاشق ‏كله هم نه غواړي، چا ته ضرر ور و رسوي. په هر درد او غم كې يو مطلب او حكمت نغښتی، هر غم و خپګان، چې راباندې راځي، يوه داسې زده کړه پکې وي، چې ډېره سخت اړتیا ورته لرو؛ خو په دې حقيقت يوازې هغوی پوهېږي، چې په خوشحالۍ او پراخه سينه، هر‏ څه چې ورته راپېښ شوي وي، و یې مني او له‏څه هم ډډه و نه کړي.

په خوشحالۍ او پراخه سينه، د هسک نړۍ پال څښتن خوښې ته غاړه ايښودل، زموږ ژوند ته د سپېڅلتیا ‏او هوساینې لار ښيي، هغه لار، چې د هسک نړۍ پال څښتن پر لوري روانه ده. كېداى شي، له غمونو او كړاونو سره وي؛ خو څوك چې د ژوند تجربې په سمه توګه ومني، له ټولو وېرو او خطرو به خوندي وي او د همداسې انسان لپاره به يو ستونزه هم ملاماتوونكې نه وي.

پکار نه ده، په ژوند كې يو لوى ناورين ته په تمه شو، چې ووينو د هسک نړۍ پال څښتن رضا ته غاړه ايښودل زده كړو. بايد په موسكا او پراخه سينه، د هسک نړۍ پال څښتن رضا ته په هر غم او كړاو کې غاړه كېږدو، چې زموږ په ژوند كې ډېر دي. په هر ساده او ستونزمن كار، د هسک نړۍ پال څښتن رضا ته ګورئ. راځئ هر څه په خوشحالۍ ومنو او د هرې وړې خوشحالۍ لپاره، د “هغه ” منندوی ووسو او ځان پوه كړو، ‏څه چې راپېښېږي، رحمت او الهي حكمت پکې نغښتی او همدا به وي، چې د وجود كمالونه او پاکي به مو ورځ تر بلې ډېره شي.

چې کله كاګاوا ړندېدو ګواښاوه، ځينو به ويل: كاګاوا پخپل ژوند کې هسک نړۍ پال څښتن ته تسليم و؛ نو ولې هسک نړۍ پال څښتن هغه له دې بلاوو نه ساتي او د سترګو ليد بېرته نه وركوي؟

هغوى هم زموږ غوندې نه پوهېدل، چې ولې بايد خدايي انسان غمونه او كړاوونه تېر كړي.

كاګاوا به هغوى ته وويل: په تورتم كې هسک نړۍ پال څښتن وينم، راته مخامخ دى، ما د سترګو ليد له لاسه وركړی، چې هسک نړۍ پال څښتن داسې ووينم او زما د رنځورۍ خواله همدغه ده، دا زما بیا زوكړه ده او دا ځل هسک نړۍ پال څښتن راته ستره دنده په پام كې نيولې ده.

هسک نړۍ پال څښتن، كاګاوا ته يوه ستره دنده وركړې وه. هغه له روغتون څخه راووت او د الهي مينې پېغام يې ميليونونو خلكو ته ور و رساوه. د ډېرو خلكو د روحي ټپونو ملهم شو او هغوى يې له روحي نشتمنۍ، روحي شتمنۍ ته، له خپګانه یې ښادۍ ته او له کمزورتیا یې ځواک ته او له تيارې یې رڼا ته را و ويستل. په هغه ددې ژونديو مړيو په ځانونو كې ساه واچول شوه.

چې کله كاګاوا په روغتون كې بستري و، ملګري يې كتنې ته ورتلل او هغه يې پوښته: ته خو مشهور انسان وې، آيا په روغتون كې دې خلق تنګ نه دى؟

كاګاوا په جواب كې ويل: پوهېږم چې ډېرې چارې لرم او را پر غاړه دي؛ خو كار د ژوند موخه نه ده؛ ژوند يې راكړی، چې ژوند وكړم؛ څرنګه کړاى شم، د ژوند دا ګرانبيه شېبې، په ستړیا او د راتلونکې په سوچونو كې ضايع كړم. زما ژوند پر اوسنيو شېبو متمركز دى، اوسنۍ دنده مې دلته په دې ځاى كې د درد په بستره كې له هسک نړۍ پال څښتن سره اړيکه ده. زه د سبا او بل سبا فكر نه كوم، زه ان د لمر پرېوتو ته فكر نه کوم، زما ټول فكر پر دې متمركز دى، چې همدا اوس، له هسک نړۍ پال څښتن سره ووسم، له هسک نړۍ پال څښتن سره اوسېدل او ستاينه يې كله هم ستړې كوونكې نه ده.

هو! په دې خبرو او چارو كې د يوه سپېڅلي او بې باكه انسان د ژوند خواله پټه ده، هغه د سبا فكر نه دى وړى، سبا به پر خپل مهال راځي.

هغه پوهېږي، چې په دې نه پاتېدونې نړۍ كې يوازې همدا اوس دى، چې په هغه پورې اړه لري، تېر وخت د هغه نه دى، تر “اوس” څخه غوره او تر ټولو غوره ګټه، د پخوا په هکله خپګان نه دى؛ بلكې غوره ګټنه، د هسک نړۍ پال څښتن لمانځنه او ستاينه او له “هغه” سره له اوسېدو خوند اخستل دي.

يوه ډله انډيوالان د شپې د ډوډۍ لپاره په يو محفل كې راټول شوي ول، هر يو به خپلې تېرې کېسې كولې. يو له هغوى وپوښتل: د ژوند تر ټولو غوره ورځ دې كومه وه؟ يوې ښځې او مېړه وويل: د ژوند تر ټولو خوشحاله ورځ مو هغه وه، چې زوى مو وشو. يو سړي وويل: هغه ورځ چې له كاره وويستل شوم، د ژوند تر ټولو خوشحالونكې او غمجنه ورځ وه، هغه ورځ ددې لامل شوه، چې پر خپلو پښو ودرېږم او نوې لار ونيسم؛ ځكه له هغې ورځې ډېر خوښ يم.

 دې خبرو اترو همداسې ادامه درلوده، چې د يوې ښځې وار را و رسېد، چې تر اوسه چوپ وه. و یې ‏پوښتله: ستا د ژوند تر ټولو ‏غوره ورځ كومه وه؟

هغې وويل: زما د ژوند تر ټولو غوره ورځ همدا نن ده؛ ځكه نن هغه ورځ ده، چې تر نورو ورځو راته ډېر ارزښت لري، پرون خو مې له لاسه وتلې او ګانده هم زما نه ده؛ خو نن زما دى، څرنګه مې چې خوښه وي، تېروم يې او داچې نن تازه دى او زه هم ژوندى يم؛ نو نن تر ټولوغوره ورځ ده او له خدايه په دې هکله مننه کوم.

چې کله كاګاوا د سل (توبركلوز) د رنځورانو چوپړ كاوه؛ نو پخپله يې هم د توبركلوز رنځوري واخسته. رنځورپوهانو وويل: ته به په يو كال كې مرې؛ خو كاګاوا د هغوى پر خبرو بېخي غوږ و نه ګراوه، پخپل زړه كې یې مېشت هسک نړۍ پال څښتن ته وويل: خدايه! هره ورځ مې بايد ستا په چوپړ كې تېره شي او د ژوند هره ورځ يې د هسک نړۍ پال څښتن په چوپړ كې تېره كړه. ورځې، ونۍ، مياشتې او كلونه تېر شول. كاګاوا ژوندى او د بېوزليو چوپړ يې د هغوى په جامه كې كاوه او په دې توګه يې د خپل بادار چوپړ كاوه. هغه ويل: رنځورپوهانو كلونه مخکې زما له ژونده نهيلي شوي ول؛ خو پر هسک نړۍ پال څښتن ايمان، ژوندى ساتلی يم، هغه ځواک ته حیران يم، چې له خداى سره له اړيکې روسته په ما كې پیدا کېږي.

 

 

وېره د بې ايمانۍ زوكړه ده

هغه چې په وېره كې ژوند كوي، پر هسک نړۍ پال څښتن کلک ايمان نه لري، كه څه، تل د هسک نړۍ پال څښتن نوم پر ژبه لري. څوك چې پر هسک نړۍ پال څښتن ايمان لري، د وېرې او ځانمنۍ له بنده خلاص وي،كه ډېرې وېرونکې پېښې ورپېښې شي، نه وېرېږي. كه بدمرغي د سيوري غوندې ورپسې وي بيا هم نه وېرېږي. كه فقر مخې ته ورته ودرېږي، بيا هم نه وېرېږي. كه په زندان يا وحشي ځناورو كې يې واچوي، بيا هم نه وېرېږي؛ ځكه هغه ځان عاشق او هسک نړۍ پال څښتن ته سپارلی، هغه نور په ځان پورې اړه نه لري؛ بلكې هغه د هسک نړۍ پال څښتن دى او دا د هسک نړۍ پال څښتن دنده ده، چې و يې ساتي او تامين يې كړي، هغه ته د هسک نړۍ پال څښتن له رضا پرته بل هېڅه ارزښت نه لري، د ژوند په هره شېبه كې د هسک نړۍ پال څښتن عبادت كوي او تل وايي: شكر! شكر!

يوه ورځ يو درويش په سيند كې لامبل، چې ځناور يې پښه ټپي كړه او وينې ترې را روانې شوې. د سيند غاړې ته راغى او و یې ويل: خدايه شكر! شكر! يو سړى چې له هغه ځايه تېرېده، په حیرانتيا يې وويل: هغه ځناور ټپي كړې او اوس هم د هسک نړۍ پال څښتن شكرونه باسي؟ درويش وويل: زه د خدای شكر کوم، چې د هغه ځناور په خولې كې راګېر شوم، نه د وېرې او ولس ازارۍ په خوله كې.

څوك چې پر هسک نړۍ پال څښتن ايمان لري، پوهېږي هسک نړۍ پال څښتن يې د ټولې نړې تقديرونه څاري او د هر چا ژوند كه څه، وړكی وي؛ خو ددې نړۍ يو مهم څيز دى او ددې ځمكې ژوند كه څه، د ټولې هستۍ په پرتله ناڅيزه دی؛ خو مهم دى. هسک نړۍ پال څښتن يې څاري او هسک نړۍ پال څښتن ددې نړۍ ښېګڼه غواړي او پرې مئين دى؛ نو هر څوك چې پر هسک نړۍ پال څښتن ايمان لري، په ژوند كې بې وېرې او تشويشه مخې ته ځي او څه چې ورپېښېږي، وايي: همدا غوره دي او نور د څه پر وړاندې هم بې ځايه مقاومت نه کوي، له چا تمه نه لري، هر څه چې ورپېښېږي، ورته خوندور وي، ‏كله هم د تدافع په حالت كې نه وي، كله هم ګوښیتوب او يواځېتوب نه ننګېري، ژوند يې له سولې ډك وي، پر هر چا او پر هر څیز ډاډمن وي او همدا موضوع ده یې د ډار او وېرې پرمهال بې باكه ساتي.

وېره هغه زهر دى، چې ډېر ژر د انسان د بدن په ټولو سيستمونو كې خورېږي او ځواک او اراده يې فلجوي.

 وېره د انسان تر ټولو لويو ‏دښمنانو ځنې شمېرل کېږي؛ نو چې وېره درباندې راځي او درباندې سورېږي؛ نو ژر پرې سواره شئ او را و يې پرځوئ. وېره ډېر بې رحمه بادار دى، هغه د هسک نړۍ پال څښتن پر ذكر او د ايمان پر وسلې وځپئ.

چې ‏فكر كوئ‏ وېره مو لاندې کوي؛ نو د هسک نړۍ پال څښتن يو نوم، چې درباندې ډېر ګران وي، ووايئ او تكرار يې كړئ؛ نو پوه به شئ، د چا نوم مو چې اخستی، ملاتړ به مو وي.

 د وېرې پرمهال، يوه دعا يا سورت، چې درباندې ګران وي، له ځان سره ووايئ. د مثال په توګه “واسواني” به دا لاندې شعر له ځان سره وايه:

سمندر ډېر غټ دى؛ خو بيړۍ ډېره وړه ده

توكل مې پر تا دى، چې د هر چا ملاتړ يې

كوم كلام چې پر ژبه راځي، د وسوسو او له وېرو سره د مبارزې ځواک پكې وي.

ځينې خلك داسې وايي:

له ما سره وسه چې د شپې تپه تياره راغله

چې کله هېڅ ملګرى او ارامش نه وي

خدايه! اى د بې كسو ملګريه، له ماسره پاتې شه

هر مهال ستا شتون ته اړتيا لرم

ستا له لطف پرته به كوم څیز زما وېره ورژوي

بې له تا ‏به مې څوك ‏لارښود او پناه وي

په باراني او لمري ورځو كه له ما سره وسه

 له هېڅ دښمنه نه وېرېږم؛ ځكه ته راسره يې

چېرې چې ته يې، هلته ستونزې ملاماتوونكې نه دي، مرګ هم تريخ نه دى. كه له ما سره وې؛ نو برى به زما وي.

آيا بى باکي د بري اریز شرط نه دى؟

 “شرې شانكارا چاريا” د هند له مانیزو ښووندانو ځنې و، هغه به تل ويل: انسان بايد ډېر غښتلې زړه ولري.

“سوامېديوكاندا” د هند يو بل مانیز ښووند، چې كله له امريكا څخه هند ته راستون شو؛ نو هر چېرې به چې تله، داسې يې ويل: بې باكه وسئ، مړانه ولرئ، پر خپلو پښو ودرېږئ، غښتلي وسئ، ځواک؛ يعنې ژوند او کمزوري؛ يعنې مرګ.

کمزوري د خپګان يواځېنی لامل دى.

 پر موږ بلاوې راځي؛ ځكه کمزوري يو؛ دروغ وايو، غلا كوو، قتلونه او جرمونه كوو؛ ځكه کمزوري يو، خپګان راباندې راځي؛ ځكه کمزوري يو. مرو؛ ځكه کمزوري يو.

 چېرې چې کمزوري نه وي، مرګ او خپګان هم نه وي.

 د “سوامي ويوكاندا” د ژوند يوه لړزونكې پېښه راياده شوه: هغه امريكا ته تللی و او د هغې ځاى خلكو ته يې د هند د مانیز عقل په هکله خبرې كولې. هغه به ويل: مانیزه لار، د کمزوریو او ډارنو لار نه؛ بلكې د اتلانو او بې باكو خلكو لار ده، چې د هر ناورين پر وړاندې، ان د مرګ پر وړاندې هم په مړانه درېږي.

هغه په سالون كې خلكو ته خبرې كولې، چې ناڅاپه د ټوپك ډز پرې وشو. مرمۍ يې د غوږ ترڅنګ تېره شوه. په سالون كې ګڼه ګوڼه او شور ځوږ شوه. ښځو چغې وهلې او له هوښه تللې وې، هر چا يوې خوا ته منډې وهلې، چې ځان وژغوري او ځان له سالونه وباسي؛ خو يواځې يوسړى و، چې د غر غوندې بې باكه او كلك ولاړ و.

 سوامي ويوكاندا: كومه مرمۍ چې هغه ته په قسمت كې نه وي ليكلې؛ نو ان يو وړكی ټپ به هم ور و نه رسوي او كه قسمت وي؛ نو انسان په زرونو ساتندويانو كې وژل کېږي.

ډزې ودرېدي. سوامي له همغه ځايه خبرې پيل کړې، چې پرې شوې وې. خلك سالون ته راستانه شول؛ بې هوښه كسان په هوښ كې شول او حالات عادي شول؛ نو چې خبرې خلاصې شوې؛ نو څو ځوانان سوامي ته ورغلل، ورته يې وويل: موږ وبښه! موږ ډزې وكړې، چې ووينو تاسې څومره پر خپلو خبرو ولاړ يئ او عمل پرې كوئ. ستاسې مړانې او ډاډ خېجله كړو، تاسې په نړۍ كې تر ټولو بې باكه مېړنی او ډاډمن یاست‏.

په واقع كې دې ځوانانو غوښتل سوامي ويوكاندا و ازمايي؛ ځكه ډېر داسې واعظان يې ليدلي ول، چې خلكو ته یې مسلې او پخپله يې حملې پرې كولې.

 خو ولې موږ په همېشنۍ وېره كې اوسو؟

كېداى شي يو دليل يې دا وي، چې موږ يواځېتوب ننګېرو. سره له دې ټولو فلمونو، سينماوو او رستورانو، د زړه له كومي د يواځېتوب احساس كوو.

 په امريكا كې يې له يو پوه سړي د سينماوو مخې ته د اوږدو اوږدو لیکو پوښتنه وكړه.

 هغه وويل: امريكايان به هرومرو ډېر يواځېتوب ننګېري، كه داسې نه وي؛ نو د سينماوو مخې ته به دومره اوږدې لیکې نه وې.

كه چېرې دا خبره د خپل ځان په هکله ومنو، و به ګورو چې موږ هم يواځېتوب ننګېرو، موږ ‏ امنيت نه ننګېرو، موږ د يو داسې ماشوم مثال لرو، چې په بازار كې يې مور وركه كړې وي؛ خو پر دومره توپير، چې هغه پخپلې مور پسې چغې وهي؛ خو موږ هېر كړي، چې موږ هسک نړۍ پال څښتن ته چغې ووهو، موږ د يو داسې يتيم ماشوم مثال لرو، چې تل شكايت لري، په دې نړۍ كې داسې څوك هم نشته چې زموږ پاملرنه وكړي، دا يواځېتوب ننګېرنه ‏ده، چې پايله يې نهېلي ده او ددې لامل ګرځي، چې ژوند بې ارزښته او پوچ وګڼو.

څو ورځې مخکې يو شتمن سړي ځان وواژه، په جېب كې يې يو كاغذ وموندل شو، چې پرې ليكلې يې وو: ډېر‏ يواځېتوب مې ننګېره؛ ځکه مې ځان وواژه.

ژوند د ميليونونو خلكو لپاره بې ارزښتنه او ستړی كوونكی شوی. څه خلك ځان وژني، ډېر پخپل طبيعى مرګ؛ خو له مهاله مخکې مري، ډېری يواځېتوب ننګېري او دا يواځېتوب يې پر زړه د بلا غوندې دى، چې انرژي يې مصرفوي.

 وګورئ چې نن د وينې د دباو رنځوري څومره ډېره شوې او ورسره څومره عقلي عصبى رنځورۍ هم ډېرې شوې.

 موږ يواځېتوب ننګېرو او ‏ننګېريو، چې ورك شوي يو، د پرېښوول شويو او خپګان ننګېرنه كوو، هغه امنيت ننګېرنه مو له له لاسه وركړې، چې يو هسک نړۍ پال څښتن هم شته او موږ په ” هغه” پورې اړه لرو.

كله به مې هم د هغه ماشومې په زړه پورې څېره له ذهنه و نه وځي چې 60 كاله مخکې مې ليدلې وه. زه په بېړۍ كې له كراچۍ څخه بمبۍ ته تللم. هغه مهال لس كلن وم، چې ناڅاپه وېرونكی توپان شو، تورې وريزې راخورې شوې او ورځ يې توره كړه، څپو بېړۍ وځپله؛ ډېری مسافر وېرېدلې ول؛ خو يوه وړكې ماشومه وه، چې ډاډه او كلاره ناسته وه؛ ډاډ او هوسا یې حیران كړم. ورته مې وويل: نږدې ده، بېړۍ مو ډوبه شي، ته نه وېرېږې؟ و يې خندل، و يې ويل: چې هسک نړۍ پال څښتن مې راسره وي؛ نو ولې و وېرېږم؟

 چې کله د خپګانونو په سمندر كې ډوب شم؛ نو د هغې ماشومې خبرې له ځان سره تكراروم؛ نو پر زړه مې د هوساینې او ډاډ يخې اوبه واوړي.

 چې کله الله تعالی راسره وي؛ نو ولې ووېرېږم؟ الله تعالی موږ ټولو ته نږدې دى. “هغه” له ساګانو موږ ته نږدې دى؛ خو افسوس، چې موږ ترې مخ اړولی او په ورځني ژوند كې مو هېر كړى دى.

 موږ د ماشومتوب روحيه له لاسه وركړې ده. ماشوم والی؛ يعنې هر ډول نيوكې شاته اچول، په چارو كې خبرې نه را ايستل؛ خوندور ژوند تېرول، په ټولو ښو چارو كې له نورو سره ونډه اخستل، مينه او خندا.

 موږ انګېرو بالغ شوي يو او نور د مور مينناكې غېږې ته اړتيا نه لرو؛ خو پکار ده، بېرته ماشومان شو او له ټولو سره مهربانه شو، له ټولو سره مينه ولرو او نيوكې او وېره پرېږدو. موږ اړتيا لرو، له هسک نړۍ پال څښتن سره اړيکې ټينګې كړو او دا كا ر د دعا، زارۍ، عبادت، مراقبې او د هسک نړۍ پال څښتن د نوم په تكرارولو سره کېداى شي.

 د هسک نړۍ پال څښتن د نوم ليكل هم ډېره ګټه لري، په ړومبيو ورځو کې د هسک نړۍ پال څښتن د نوم ليكل لږ سخت وي؛ خو څومره مو چې فكر متمركز وي؛ نو هومره به راته د هسک نړۍ پال څښتن د نوم اخستل او ليكل خوندور وي. كله مو چې د هسک نړۍ پال څښتن نوم اخستل او ليكل خپل روږد كړ؛ نو يوه ورځ به پوه شئ، چې پخپله ورك شوي يئ او هسک نړۍ پال څښتن مو موندلی او يوازې دا موضوع ارزښت لري.

او ‏كله مو هم بايد له مغزو و نه وځي، چې له هسک نړۍ پال څښتن سره اړيکې يوازې د سړي پخپلې هڅې او د هسک نړۍ پال څښتن په پېرزوینه شوني دي. زموږ دنده هڅه او خلكو ته عشق، الهي كلام او د چوپړ روحيه وروښوول دي.

“شرى كريشنا ارجونا”ويلي وو: اى ارجونا! زه له تا سره يم، ستا په زړه كې او ستا په شاوخوا كې. هر څه چې خورې، هر څه چې بښې، هر څه چې كوې، بايد زما له غوښتنې سره يوځاى وي. همداسې زموږ چارې هم بايد د هسک نړۍ پال څښتن له غوښتنې سره يو وي. هومره، چې زموږ چارې د هسک نړۍ پال څښتن له غوښتنې سره يو شان وي؛ نو هومره به مو ځان د هسک نړۍ پال څښتن غوندې كړی وي؛ نو هله به مو كړه وړه او خبرې، د هسک نړۍ پال څښتن پر خوښه وي او همدا به وي، چې له ژونده به مو وېره وركه شي او په ژوند كې به د لمر پر هره وړانګه، سپوږمۍ، ستورو، برښنا، باد او هر چا باندې اعتماد ولرو او په مينه به مرسته ورسره وكړو.

سنت فرانسيس ويلي دي: چېرې چې مينه او معرفت وي، هلته به وېره او ناپوهي نه وي.

د بې باكۍ خواله په زړه سوي او مينه كې ده؛ چې مينه له قيد او شرطه خلاصه شي؛ نو وېره خپله كډه پخپله باروي.

“پورنا” د بودا له پلويانو ځنې و؛ يوه ورځ يې وننګېرله، چې بايد د خپل استاد پېغام په يو وحشي او ناپوهه قوم کې خور كړي. ډېرو ملګرو يې ددې كار مشوره ور نه کړه؛ خو هغه خپل هوډ کړی و، چې خپل كار وكړي؛ پوخ ايمان یې درلود او زړه يې له لورنې ‏او له ټولو سره له مينې ډك و، ان له هغوى سره يې مينه درلوده، چې مخالف يې ول او ناپوهه او وحشيان وو.

“پورنا” بودا ته ورغی، چې د خیر دعا ورته وکړي. بودا وويل: پورنا! ته پخپله پوهېږې چې د هغه ټبر خلك ترخه دي؛ پر يو بل يرغلونو كوي؛ نو كه و یې رټلې او درباندې غوسه شول؛ نو ته به څه كوې؟

پورنا وويل: ګران استاده‏! كه داسې یې راسره وكړل؛ نو پوه به شم، چې ډېر ښه خلك دي او زما ملګري دي؛ ځكه ‏په ډانګ او تېږو يې نه يم وهلی.

 بودا وويل: كه ته يې په تېږو او ډانګونو ووهلې؛ نو بيا؟

پورنا: نو هله به هم پوه شم، چې ډېر ښه خلك دي، چې ټپي كړی يې نه يم.

 بودا: كه وسلوال يرغل یې درباندې وكړ؛ نو بيا؟

پورنا: نو بيا به هم پوه شم، چې ډېر ښه خلك دي؛ ځكه وژلی يې نه يم.

 بودا: كه و یې وژلې نو بيا؟

پورنا: ان كه و يې وژلم؛ نو زما به ډېر ښه ملګري وي او ښه به یې راسره كړي وي؛ ځكه زه يې ددې خاورين جسم له زندانه خلاص كړی يم.

پر بودا د پورنا دا خبرې ښه ولګېدې او هغه ته يې د خیر دعا وكړه، ورته يې وويل: پورنا! له تا سره د مينې، نرمۍ او صبر وسله ده، زه ولاړ شه، له هغه ټبر سره مېشت شه او ور وښيه، چې څرنګه ستا غوندې ازاد ووسي.

 پورنا سپېڅلی او د هر څه له قیده خلاص و. هغه بې باكه و او هغه ټبر ته يې د خلاصون او ازادۍ لار وروښووله: دا خوندونه، شتمنۍ او ځواکونه، د انسان د خلاصون لامل نه ګرځي؛ بلكې خلاصون او ازادي هغه ده، چې پوه شو، هسک نړۍ پال څښتن ته نږدې او پرې ګران يو.

“توكارام” داسې ويلي دي:

نه خوراك لرم، نه څښاك

بې كوره يم

كوم اولاد نه لرم، چې په كور كې مې په تمه وي

خو تر ما به بل څوك شتمن پیدا نه کړئ

راځئ دردونو، راځئ بېوزلۍ؛

نو د هېڅ چا ضرر ما ته نشي رارسېدلی

هر څه تېرېږي

د يو خوب غوندې راځي او راځي

زه په بې مرګه ښادۍ كې مېشت يم او وېره نه لرم؛ ځكه له “هغه” سره اوسم.

مراقبه

موږ د بلاوو او بندونو په نړۍ کې ژوند کوو. ناانساني غوښتنو، غرور، ناپوهۍ، کرکې، خپګان، وېرې او د حرص چاقوانو مو روح ټپي کړى‏. زموږ روح ډېر ټپي دى، پردې ټپونو بايد مرهم کېښودل شي او چوپتیا ددې ټپونو درمل دى.

 

مراقبه څه ده؟

مراقبه د لايت له کلمې (ميډيټيشن) اخستل شوې، چې د رغونې يا درمل په مانا ده.

موږ د جاذبو او بندونو په نړۍ کى ژوند کوو، ناانساني غوښتنو غرور، ناپوهۍ، کرکې، خپګانونو، وېرې او د حرص چاقوانو مو ذهن ټپي کړى. زموږ ټپي روح خورا ټپونه اخستي؛ دا ټپونه بايد درمل شي او يوازې چوپتیا ددې ټپونو درمل دى.

توما مرتن د ((رازهاى سکوت)) په کتاب کې ليکلي:

که غواړئ درملنه مو وشش؛ نو پاک شئ او د خپلو دندو سر ته رسولو لپاره ځواک ‏پیدا کړئ؛ نو بايد هره ورځ د چوپتیا په اوبو کې غوپه ووهو.

محبوب دادا به ويل: بايد د درملنې لپاره، په ځان کې چې مو څومره له لاسه کېږي، ژوره غوپه ووهو. بل څوک هم نشي کړاى، موږ ته دا کار وکړي. هر څوک بايد پخپله له ځان سره مرسته وکړي، چې هوساینې ته ورسي. بايد خپله ذهني نا ارامي، ګډوډي، غرورو، تعصب او خودخواهى لرې ګوزاره کړئ.

مراقبه د نورو مانیزو تجربو غوندې، له بهره زموږ نه پر برخه کېږي.

 د مانیز ‏پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې، بهرني لاملونه زموږ دنننی ژوند ‏اغېزمنولای شي. څه چې ننګېرو، فکر کوو، لولو، اورو يا وايو؛ په هغه ګړیو کې چې په چوپتیا کې يې تېروو، زموږ په ذهن کې منعکس کېږي؛ نوځکه بايد د ژوند د بهرني چاپېريال خيال وساتو. بايد د خپلو ټولو اندونو، ننګېرنو، غوښتنو، ویناوو او کړنو خيال وساتو.

مراقبه؛ يعنې د ذهن دا سيمه پرانستل او دننه کتل. له بهرني لاملونو مخ اړونه او دنننه کتنه او په هغه يوازېنې واقعيت پسې ګرځېدل.

 دا زيارت کوونکى چې هر څومره په چوپتیا کې ډوب شي؛ نو هومره به ډېر حقيقت وپېژني. هغه به په دې چوپتیا کې دې خبرې ته ورسي، چې په ځاى او وخت پورې محدود مخلوق نه؛ بلکې د ابديت زوکړه ده، چې همدا اوس دلته دی، هغه منزوي موجود نه دى؛ بلکې د يو ستر سمندر څپې دي. هغه له ټول حيات سره يو دی؛ په ټولو کې دى او ټول پکې دي.

بايد د ابديت پر لور په سفر کې د خدايي عابدانو له پېرزو ‏او لارښوونې ګټنه وکړو. څوک چې د هسک نړۍ پال څښتن لپاره ژوند کوي او ژوندى دى؛ نو داسې کسانو ته ګورو يا معنوي استاد ويل کېږي.

هغه اشراق ته رسېدلی او د زرګونو کتابونو له ښوونې غوره وي.

 که غواړو د ژوند پر خواله پوه شو؛ نو پوه شئ، چې دا خواله همغه هسک نړۍ پال څښتن دی؛ نو غوره به وي، چې د يوه داسې کس په لټه کې شو، چې پاک، سپېڅلی‏ ‏او له هر قید او بنده خلاص وي؛ نو د هغه په پېرز‏و ‏به وي، چې پردې لار پرمختګ به راته اسان شي.

بايد د مانیز پرمختګ لپاره، ځان له دنیوي جنجالونو او لانجو لرې وساتو، بايد هره ورځ لږ تر لږه يو ساعت په چوپتیا کې تېره کړو، په اوله کې به دا چوپتیا ډېره سخته وي او بيا یې د مهال په تېرېدو سره ډېره کړو؛ خو خبره دا ده، چې څرنګه چوپتیا وکړو؟ د امکان په صورت کې، د طبيعت یو ګوټ وټاکو، چې د گاډو او خلکو له چغو لرې وي او ‏که دا ځاى مو پیدا کړ، شونې ده، څه نوي غږونه واورو؛ ځکه ‏دوه ډوله غږونه شته؛ بهرني غږونه او دننني غږونه. له بهرني غږونو لرې کېدل او شاته اچول خورا اسان کار دی؛ خو د دنننىو غږونو چوپ کول، ډېر سخت کار دی، چې زموږ دننني غږونه، زموږ د غوښتنو او د افکارو د لانجو او ګډوډۍ پايله ده.

ويلي يې دې، چې يوه ورځ يو واعظ ګورونانک ته وويل: ته چې وايې، مسلمانان، مسيحيان، هندوان، زرتشتيان ګرسره د خدى بندګان دي او ګروهن يې چې هغوی ټول پر هسک نړۍ پال څښتن ګران دي او ټول هسک نړۍ پال څښتن ته مساوي دي؛ نو راځه زموږ په بڼه عبادت وکړه.

 ګورو نانک ورسره ومنله او له واعظ سره د هغوى عبادتګاه ته ولاړ، واعظ ورته د عبادت کولو لار ورښوده او بيا يې عبادت پیل ‏شو؛ خو د عبادت په ترڅ کې یې پام ‏شو،چې ګورونانک ولاړ دی او عبادت نه کوي، هغه ته يې وويل: ولې د ونې غوندې بې حرکته ولاړ يې او زما غوندې عبادت نه کوې. ګورونانک ځواب ورکړ: روره! که تا يواځې عبادت کولې، نو ما به هم عبادت کړى وای، حال دا، په شونډو دې سپېڅلی کلام دى؛ خو ذهن دې په بل ځاى کې سرګردانه دى او د خپلې غوا په فکر کې دی، چې لنګېږي ا و فکر وړی يې، چې بچی به یې نر وي که ښځه، سپين به وي که تور.

 هو! په موږ کې هم داسې کسان لږ نه دي. موږ چوپتیا او عبادت کوو. پر شونډو مو دعا او عبادت وي؛ خو ذهن مو پر نورو موضوعګانو بوخت وي، د چوپتیا پرمهال مو د ورځې تېرو چارو ته پام کېږي او د شوملو د مچ غوندې چې ‏څومره يې شړو، هومره مزاحمېږي.

 ښه، نو څه به کړو؟ هېڅ نه! يواځې چوپ وسئ، يو غلی کتونکی وسئ.

د يوه نندارچي غوندې، چې په يو سالن کې ناست وي او هر څوک راځي، خپل رول ادا کوي او ځي. هغه بې شمېره افکارو ته يواځې وګورئ، چې له ذهنه مو راوځي. هغوى بهر راځي او پرېږدئ، راشي او ډېر ژر به ولاړ شي او تېر به شي او د ذهن په خونه کې به مو له پخوا څخه ډېره رڼا راپیدا شي. که ذهن دا خیري او چټلي ووینځي؛ نو ښاد به شي.

پام مو وسه چې ددې وینځلو بد بوی مو له خپل کاره پښېمانه نه کړي. په کلار او د مهال په تېرېدو سره به مو د څاه د اوبو غوندې ذهن ړون او پاک شي. همداسې ذهنونه دي، چې د ښادۍ‌ او ناپایه هوساینې سرچینه وي.

بايد چوپتیا ته چوپ پاتېدل زده کړﺉ؛ یعنې داچې هېڅ کار و نه کړو. يو انګليسي عارف ويلي‏. انسان چې ‏څومره ډېر فعاليت وکړي، هومره به ډېر ژوندى وي؛ نو بايد د چوپ پاتېدنې لپاره، خپل ذهن له دې ګڼې ګوڼې، د راويستو هنر زده کړو.

لاندې تمرين کړاى شي، ګټور ووسي:

 خپل ذهن د يوې خونې غوندې انځور کړئ. په دې خونه کې يو ګوټ وټاکئ او هغه پاک کړئ او له دوړو يې وڅنډئ بيا هلته کېنئ او د ذهن حرکتونه او ټوپونه مو وګورئ.

 که کړاى شئ ځان له دې افکارو جلا کړئ، په واقع کې ذهن او نفس به مو کابو کړی وي، چې ستاسې او د هسک نړۍ پال څښتن په منځ کې دېوال و. بيا به يوې نوې پوهنې ته رسېدلي يئ، چې په چارو او ورځنيو دندو کې خپل زړه، په هسک نړۍ پال څښتن متمرکز کړئ.

بل تمرين: چې کله په چوپتیا کې ناست يئ؛ نو خپل ذهن هسک نړۍ پال څښتن ته ور ډالۍ کړئ. چې کله هم فکر کوئ، ذهن مو تښتي؛ نو خداى ته یې ور وګرځوئ، ان که يو ساعت مو پردې تېر شي، چې خپل ذهن هسک نړۍ پال څښتن ته راوګرځوئ، خپل همدې کار ته ادامه ورکړئ. رو رو به مو ذهن ارام شي او د چوپتیا خوږ ژوند به پخپله وڅکئ.

داچې چوپتیا پيل کړئ، بايد د هسک نړۍ پال څښتن نوم تکرار کړئ او يا د هسک نړۍ پال څښتن د واقعيت پر يو اړخ باندې فکر وکړئ او د هسک نړۍ پال څښتن د عاشقانو او عابدانو د ژوند په اړه په فکر کې ډوب شئ.

 د هسک نړۍ پال څښتن بې شمېره نومونه او ‏صفتونه دي؛ خو کوم صفت يا نوم چې درباندې ښه لګي يا درباندې ګران وي، همغه تکرار کړئ؛ دا نوم يوازې په خوله مه تکراروئ؛ بلکې د زړه په ژبه يې تکرار کړئ، په مينه یې نوم واخلئ. ‏حال دا، اوښکې مو له سترګو رابهېږي، د هغه نوم تکرار کړئ، چې خپل ځان ورک کړئ او د هغه مبارک حضور وننګېرﺉ.

وايي: ابوسعید ابوالخیر په اول کې مشهور شاعر و، هغه به شعرونه ويل. يوه يوه ورځ یې سترګې خلاصې شوې او د شهرت لار يې پرېښوده او د يو ښووند زدکړیالي يې ومنله. ښووند يې وويل: د هسک نړۍ پال څښتن له اړخ چې يو لک او څلرويشت زره پېغمبران ددې لپاره راغلي چې، خلکو ته ووايي، د الله نوم په زړه کې ووايئ او ځان هغه ته ور وقف کړئ؛ هغوى چې په غوږونو واورېدل؛ نو په ‏بل غوږ يې له ماغزو وويستل او هغوى چې په زړه اورېدلي ول، هغه يې له روح سره يوه ځاى اخلي؛ هغوى د نړۍ له ظلمه خلاص شوي او په هغه کلام کې ورک شوي او ځان يې نور نه دى پیدا کړی.

زما په ګروهه، چې د هسک نړۍ پال څښتن نوم، د يو تړل شوي ور مثال لري. که هغه مو خلاص کړ؛ نو موږ به هم د هسک نړۍ پال څښتن د ابدي حضور پر لوري، لار پیدا کړې وي. ددې ور د خلاصولو چاره، عشق دی.

د هسک نړۍ پال څښتن له نوم نه پرته کړاى شو، چې د هغه په مظاهرو کې تعمق وکړو؛ خو فکر مو وسه، چې ځان په دې تجلي پورې و نه تړﺉ. بايد په دې ټولو تجلیو کې تعمق وکړو او بالاخره ځان د هسک نړۍ پال څښتن، بې بڼې او بې جسمه ذات ته ‏ورسو.

مايسترا الهارت ويلي دي: هر تجلى ‏چې مو پر زړه ښه لګي، په هماغه کې تعمق وکړئ او له هغې مخکې ولاړ شئ، چې ځان هغه چا ته ورسوئ، چې له دې ټولو تجلى ستر او غوره دی.

بودا پینځه ډوله مراقبه ويلې ده.

لومړۍ مراقبه د عشق ده، چې پکې له ټولو موجوداتو، ان له خپلو دښمنانو سره په مينه ټينګار شوی دی.

دويمه مراقبه د شفقت مراقبه ده، چې په هغه کې د ټولو غم ځپلیو موجوداتو په هکله فکر کوو، د هغوى غم او خپګان تجسم کوو، چې خپل حقيقي شفقت، د هغوى په اړه راويښ کړو.

 څلورمه مراقبه د اخلاقو د نه رعايتولو پایلو ته فکر کوو. په دې مراقبه کې به پوه شو، چې توکیز خوندونه څومره ژر تېرېدوني دي او څومره ناوړه پايلې لري.

پينځمه مراقبه د هوساینې ‏مراقبه ده، چې په هغې کې له عشق، کرکې، شتمنۍ او غوښتنې مخکې، خپل تقدير ته د هوساینې ‏په سترګه وينو.

مراقبه بايد له کار سره يوځاى وي؛ ځکه‏ موږ بايد خپلې دنيوي دندې هم په ښه توګه سر ته ورسوو او يواځې مراقبه و نه کړو؛ بلکې په ورځ کې د يوې وړې مودې لپاره، بايد له دنيوې چارو ځان لرې کړو او ځان هسک نړۍ پال څښتن ته ورکړو.

باید تر مراقبې روسته، کار ته راستانه شو او له مراقبې اخستل شوې انرژي پخپل کار کې ولګوو. په داسې کار به سپېڅلي او برکتي ‏شئ او هسک نړۍ پال څښتن به له ځان سره احساس کړئ. داسې کار د هسک نړۍ پال څښتن او انسان ترمنځ پول وي؛ نو په يو لاس بايد کار وکړو او په بل لاس د هسک نړۍ پال څښتن لمنه ونیسو؛ خو اریزه خبره دا ده، چې څرنګه په ورځني ژوند کې هسک نړۍ پال څښتن راياد کړو.

١ – چې ‏څومره مو ‏له لاسه کېږي، پخپلو چارو کې تم شئ او زړه مو د يو څو شېبو لپاره له هسک نړۍ پال څښتن سره د خبرو لپاره وګومارﺉ. له هغه سره داسې خبرې وکړﺉ؛ ‏‏لکه له خپلې مور يا نږدې ملګري سره چې خبرې کوئ. ستاسې دا خبرې نبايد ډېرې ادبي يا داسې خبرې وي، چې په ميخانیکي بڼه مو له يو سپېڅلي کتابه زده کړې وي. ‏هسک نړۍ پال څښتن ته هغه څه ووايئ، چې په طبيعي توګه ستاسې د زړه خبرې وي. دادا ‏ويلي دي:

 خدايه! زړ مې ستا د مينې د نور تږی دی

هر کله مې افکارو او غوښتنو ته راشه

راشه، خوب ته مې نه‏، خندا ته مې او ژړا ته مې

 له رحمت سره دې زما په ذهن کې راوګرځه

راشه، عبادت ته مې، ژوند ته، مې مرګ ته مې.

د وېرې او درد پرمهال، پر هغه غږ وکړئ، ان چې کله مو پښې ښویېدلې وي او ګناه مو کړې، بيا هم لاسونه پورته کړئ او وايئ: خدايه لاس مې ونيسه.

 چې ورځنۍ دندئ سر ته رسوئ، له خدایه وغواړئ، ترڅنګ مو ووسي، ترڅو هر کوشنی کار هم، چې کوئ، له هغه سره پر اړيکو ‏واوړي، هغه زما چارو ته اړتيا نه لري؛ خو زموږ ډېرى هغه کارونه یې خوښ دي، چې موږ یې په مينه کوو.

٢ – داسې کارونه مه کوئ، چې د ذهن او زړه هوساینه مو له منځه وړي، خپل ورځنى ژوند داسې اوډون کړئ، چې دنننۍ هوساینه مو غښتلې کړي؛ نو په چارو کې مو افراط مه کوئ، بيړه مه کوئ، کارونه مو په ارامۍ او مينه کوئ. ذهن او زړه مو خداى ته ورډالى کړئ؛ نو هله به وي، چې روح به مو غښتلی شوی وي او ټوله نړۍ به درته موسکۍ وي.

 ٣- په چارو کې، ان په دعاوو کې، د بيا او بيا لپاره د يوې شېبې لپاره خپل زړه ته ورننوځئ، له خداى سره خبرې وکړئ. د زړه په سترګو د هغه جمال ووينئ، شتون يې حس کړئ، دا کار د ورځ په ترڅ کې هر ‏کله چې د روح ژورو ته ځان ور رسوئ، څو ځل وکړئ، څه چې يې او لرئ يې، هغه ته يې ورډالۍ کړئ او د هغه له مینې او تلپاتې لورنې مننه وکړئ. ډاډمن وسئ، په يوه ورځ، اوونۍ يا مياشت کې، څوک دې پړاو ته نشي رسېدى؛ خو دا هم ده، هغه چا ته چې په ايمان او اخلاص د عمل لار وهي؛ نو څه ورته ناشوني نه دي، مګر هسک نړۍ پال څښتن نه دي ويلي، چې په پرلپسې هڅو او زړګنۍ مینې ما ته ځان را رسولای شئ.

د چین خلک وايي: د کلونو کلونو سفر، يوازې په يو قدم پیل کېږي. کېدای شي، له موخې لرې يو؛ خو که په دې لار کې مو يو سم ګام پورته کړ؛ نو ډاډمن وسئ، چې مخکې تللي ياست او هر ګام مو چې د هسک نړۍ پال څښتن پر لوری اخستى، ډاډمن وسئ، چې هغه سل قدمه مخې ته راځي؛ ځکه انګېرو،چې هغه غواړو، حال دا، هغه زموږ په پلټنه کې دی.

 

څنګه مخکې ولاړ شو؟

دلته څو وړانديزونه لرو؛ خو په کار نه ده، يوازې پر همدې وړانديزنو بسنه وکړئ. مراقبه يوه وګړیزه تجربه ده، هر څوک د مراقبې لپاره يوه کړنلار لري. څوک چې مراقبه کوي؛ نو عشق زېږی وي، تل په حرکت کې ‏وي او خوښ وي، ځان نور هم د سخاوت په سمندر کې ډوب کړي، ترڅو ځان هغه ځای ورسوي، چې پاکه او سپېڅلې رڼا ده.

 ١ – يو چوپ ځاى وټاکئ، چې له هر ډول غږونو لرې وي او رڼا يې هم لږه وي، نیمه ورځ هلته تېره کړئ.

٢- غوره به وي، چې تر لمر راختو مخکې پاڅو، چې د مراقبې لپاره غوره مهال دی. په دې مهال کې د ځمکې تشیال ارام او پاک وي، بدن دمه کړې وي، ذهن هوښيار؛ خو فعال نه وي. د لمر د ډوبېدو مهال هم مراقبې ته ښه مهال دی؛ نو که احيانا دا دوه مهالونه درته مناسب نه وي، هر مهال کې چې درته اسانه وي، دا کار وکړئ.

٣ – که د مراقبې پرمهال خوب يوړئ، قهوه يا چاى وڅکئ يا يو دوه ګامونه واخلي يا يو سپک ورزش وکړئ.

٤ _ ښه به وي، مراقبه په يو مهال او ځاى کې وشي، دا کار به ددې لامل وګرځي، چې‏ کله هم د مراقبې مهال راورسي، تاسې به پخپله په مراقبه کې شئ.

5 _ مراقبه بايد لږترلږه له ډوډۍ خوړلو دوه ساعته روسته وشي او همداسې بايد داسې مهال کې وشي، چې بدن ډېر ستړى نه وي.

٦ – ښه به وي د مراقبې پرمهال ‏پېړۍ او نرمې جامې وانغوندﺉ.

٧ _ ناستې ته د کوم ځانګړي حالت سپارښتنه نه کېږي؛ خو داسې حالت غوره کړئ،چې د اوږدې مودې لپاره پرې کېناستی شئ او حرکت و نه کړئ. ښه به وي، خونه په يو پټو يا فرش وپوښئ او پر چوکې هم کېناستی شئ؛ خو چې پښې مو پر ځمکه لګېدلي وي. پام مو وسه چې د ملا تير مو سیده وي، چې حياتي انرژي په بدن کې په اسانۍ حرکت وکړي.

٨ – که د مراقبې پرمهال مو درد يا خارښ وکړو؛ نو ځان و نه خوځوئ، بلکې په ذهن کې مو ووايئ، درد… درد… نو درد به مو به ورک شي او کړاى شئ، مراقبې ته ادامه ورکړئ او که درد يا خارښ مو د زغملو وړ نه وي، داسې ځان وګروئ، چې د ملا تير مو کوږ نشي.

٩ – ښه به وي، د مراقبې پرمهال موسکي شئ، چې دا کار ذهن روښانوي.

١٠ – ارام شئ، څو ژورې ساګانې وباسئ، د هسک نړۍ پال څښتن نوم داسې تکرار کړئ، چې نغمه يي پخپل ذهن کې واورئ، ذهن مو خپل دننه ته ځیر کړئ.

١ – زړه: له زړه څخه مطلب فيزيکي زړه نه ؛ بلکې مانیز زړه دی.

٢ – د وريزو ترمنځ

٣ – د سر له پاسه

 هغه ځاى، چې پوهه مو هلته په اسانۍ مستقرېدلای شي.

١١ – مجبور نه يې، پردې ځايونو تمرکز وکړئ؛ بلکې ټکیو ته مو پام وسه او خپله پوهه هغه ځاى ته ور ځیر کړئ.

نو له دې زوسته به مراقبه پیل شي.

 څو ډوله مراقبې دي، د مراقبې کړنلارې هم ډېرې دي؛ خو هغه لار وټاکئ،چې درته استانه وي.

١٢ – په پيل کې چې ذهن متمرکزول غواړئ؛ نو ذهن به مو اخوا او دېخوا ځي راځي دا طبیعي خبره ده؛ ځکه دا د ذهن روږد دی او بايد دا کار وکړي. ذهن به مو ډېر کار وکړي؛ نو تاسې بايد د ذهن له دې ګډوډۍ سره په لورنه چلن وکړئ. پردې هره ګډوډئ يو نوم کېږدئ. مثال: تېر شوي، راتلونکي، ارزښتناک، بې ارزښته، حسادت، غبطه، کرکه، غوښتنې، ځانمني او داسې نور.

نوم مو چې پرې کېښود، هغوى به درنه لرې شي او تاسې به په قراره پرېږدي. کله چې له ذهنه ګډوډي ورکه شوه، نو ذهن به مو مراقبې ته چمتو شي.

 ١٣ – که د مراقبې په دوران کې مو، کوم انځور وليد، يا مو کوم غږ واورېد يا کوم بوى مو استشمام کړ، پرته له کوم تړاو یې وګورئ، واورئ يا بوى کړئ. غرور مه کوئ، هغه د بویېدنې، لیدنې او اورېدنې د حواسو د ظريف کېدو نښې دي. ځينې خلک دا تجربه لري او ځينې يي نه لري. يوازې تجربه ارزښت نه لري، څه چې ارزښت لري؛ پاکي، هوساینه، مینه، شفقت، ښادي او په ځانګړي ژوند کې بدلون راوستل دي.

١٤ – په مراقبې پسې يو دم کارونه مه پيلوئ؛ بلکې څو شېبې ارام کېنئ او رو رو د چوپتیا له نړۍ، د فعاليت نړۍ ته ورننوځئ هغه هوساینه او تجربه مو چې په مراقبه کې لاس ته راوړې، بايد ستاسې په چلن کې له خلکو سره منعکسه وي، بايد د کرکې، غوسې، بدو غوښتنو، حرص، ځانمنۍ، پستۍ، کینې او د تشویش ننګېرنې شا ته واچول شي.

د مراقبې په ترڅ کې، يوه سپېڅلې کلمه يا د خدى يو نوم وټاکئ او دا نوم د سپېڅلې کلمې په مينه او د زړه پر ژبه ووايئ او تکرار يي کړئ، چې ذهن مو ارام او ټیکاو ومومي او دا کلمه يا نوم مو باید هر وخت په ياد کې وي، ان د خوب پرمهال.

٢ – يو انځور يا يو داسې څيز، چې تاسې ته هسک نړۍ پال څښتن دريادوي، مراقبه کړئ. د کار په پيل کې د کعبې پر خونه تعمق وکړئ، هغه دخپلو سترګو مخې ته کېږدئ. انځور ته وګورئ، دا کار ارام وکړئ، سترګى مو بندې کړئ، د هغې انځور غوندې، يو بل انځور په ذهن کې وګورئ. څو شېبې روسته به هغه انځور خپل رنګ وبايلي؛ ورپسې خپلې سترګى پرانځئ او بيا هغه انځور ته وګورئ دا کار څو ځل تکرار کړئ؛ نو داسې يو پړاو ته به ورسئ، چې هر چېرې ياست، دا انځور به پخپل ذهن کې انځورلای شئ.

 ٣ – اوله او دويمه لار سره يوځاى کړئ، پر انځور متمرکز شئ او په عين حال کې د هسک نړۍ پال څښتن نوم تکرار کړئ، په اخره کې به پوه شئ، چې دا تمرين ډېر ګټور دی.

٤ – د الهي پېغمبرانو او د هسک نړۍ پال څښتن د اولياوو د ژوند پر يوې پېښې تعمق وکړئ. ذهن پر هغې پېښې بوخت کړئ او له ځان سره ووايئ: کله به د هغه غوندې شم، هغه ډېر مهربانه، بښونکى او د لوی سينې څښتن و، پردې پېښو له تمرکز سره به نور هم، په خپل ځان کې ورننوځئ.

 ٥ – پر يوې لطيفې موضوع، اند، هیلې يا ځانګړنې؛ لکه مینې، هوساینې، ماتمخۍ، لورنې او بښنې تمرکز وکړئ.

٦ – په پيل کې سیده پر څښتن تمرکز مه کوئ؛ بلکې پر هغه څښتن، چې څښتن د ولي يا عابد په زړه کې وي، تمرکز وکړئ دا ولي کېدای شي ژوندى وي يا په پخوا زمانه کې تېر شوی وي، کېداى شي پېغمبر وي يا امام يا کوم عابد؛ خو همغه پخپل ذهن کې متمرکز کړئ.

٧  – پر رسول الله او يا یو حدیث یا آیت چې زړه مو هغه مني، تعمق وکړئ. دا خبرې څو ځل له ځان سره تکرار کړئ او پرېږده، ذهن مو ددې کلمو په شاوخوا کې وچورلوئ او طواف يې وکړئ، د کلمو ژورې مانا ته پام وکړئ. د افکارو يو داسې لړ‌ به ووينئ، چې ددې کلمو په شاوخوا کې چورلي. داسې پړاو به راورسي، چې افکار به مو ورک شي او تاسې به له ذهنه هاخوا تللي ياست.

٨  _ پر خپل تنفس تمرکز وکړئ، پر هغه هوا تمرکز وکړئ، چې د پوزې له سوريو وځي راوځي، په هوا پسې مه ځى؛ بلکې يواځې هغې هوا ته ځیر شئ، چې راننوځي او وځي. ساه مو مه کابو کوئ، هڅه مه کوئ، خپلې ساګانې ژورې کړئ او دا کار د ساه اخستو تمرين نه دی.

خپلې ساه ته خنډ کېږئ مه، چې کله د پوزې په سوريو متمرکرز شئ؛ نو ذهن به مو څو ځل منحرف شي، باید پر هغه مهال له غوسې کار وانخستل شي او په سړه سينه خپل ذهن، ساه ته راوګرځوئ، له خپلو افکارو او احساساتو سره مه جنګېږئ. پام مو په سړه سينه، ساه ته راوړوئ.

ساه به مو رو رو ارامه شي، دومره به ملايمه او هوسا شي، چې شمېر يې ګران شي. عضلات مو بايد شخ نه وي. پرېږدئ عضلات مو نرم شي. نه ورختا کېدل، د مراقبې د بري خواله ده.

چې کله دا ډول مراقبه تمرينوو؛ نو د مهال په تېرېدو به پوه شئ، چې ساه مو ډېره ښه ملګرې ده او چې له هرې ستونزې سره مخامخېدئ، دا تمرين وکړئ، زړه به مو سپک او لار به ومومئ.

٩ _ چې مراقبې ته ناست يئ، پام مو خپلې درونې ته کړئ، د ساه طبيعي څرخې ته وګورئ، هغه سپېڅلې کلام يا د هسک نړۍ پال څښتن نوم مو چې ترې نغمه جوړه کړې، د ساه په ويستو راويستو کې پام ورته وکړئ، د هسک نړۍ پال څښتن له نوم يا له سپېڅلي کلام څخه مو چې نغمه جوړه کړې، په کار نه ده، پر شونډو یې راوړې؛ بلکې پخپل ذهن او زړه کې یې تکرار کړئ.

١٠  _ يو ډول مراقبه، چې شپږ پړاوونه لري او دوه نيمې دقيقې مهال غواړي، دلته وړاندې کېږي.

 لومړی پړاو يې موزون تنفس دی؛ رو، هوسا ، ژوره او يو شان ساه واخلئ.

په دوه نيمو دقيقو کې به پینځلس ساه ګانې واخلئ او چې ساه مو ځای ته راغله. د ذهن ګډوډي به له منځه ولاړه شي. که زړه مو غواړي؛ نو دا کار د هسک نړۍ پال څښتن د نوم په تکرار سره هم کولاى شئ.

دويم پړاو، د نندارچي په نامه د خپل ذهن حرکات ووينئ.

له خپل ذهن سره مه نښلئ، ذهن هم ستاسې نه دى، تاسې يو غلی او چوپ نندارچي یاست، قضاوت مه کوئ، يوازې ووينئ، چې څه کېږي.

 درېیم پړاو د هوساینې پړاو دی، تاسې يو ګټ يئ، چې په يو سمندر کې يئ، څپې (مزاحم افکار) به راځي او پر ګټ به لګي؛ خو پر ګټ په اغېز نه کوي، هوسا او چوپ دی.

څلورم پړاو هغه دی، چې وپوهېږئ له ټولو موجوداتو، شرايطو او مخلوقاتو سره يو ياست، ته له نورو جلا نه یې او نور ستاسې د بدن د کل يو جز دی او د هر چا په ژوند کې که مرغۍ وي که څاروي، که حشره ، که بوټي او که ونې وي، تاسې پکې شتون لرئ، تاسې په ټولې ځمکې او ټولنې پورې اړوند یاست، د نړۍ د ټولو توکمونو او مذهبونو سره يو ياست.

داسې مراقبه به مو زړه، له مينې ډک کړي او له يوې مودې روسته به ان د يوه میاشي وژل هم ډېر سخت وي.

تاسې يوازې پخپل فيزيکى جسم کې حضور نه لرئ، بلکې په څه کې ‏وجود لرئ او که جسم مو له منځه ولاړ شي؛ نو ژوند د ګلانو په خوشبو کې، د باران په څاڅکو او د لمر په رڼا کې غځېږي، مرګ پر تاسې اغېزمنېدای نشي، تاسې پايښتي یاست.

 پينځم پړاو د پايښتۍ پړاو دی. چې کله له ټول بشريت سره يوځاى ياست، ان که پر ځمکه يو انسان هم ژوندى وي، تاسې به هم ژوندي یئ، چې کله له ټولو موجوداتو سره يو ځای يې؛ نو ان که يو موجود هم ژوندى وي؛ نو تاسې به هم ژوندي يئ که له بوټو او ونو سره يو يئ؛ نو که يوه پاڼه هم ژوندى وي، تاسې به هم ژوندي یاست.

 هو! تاسې ابدي، همېشني، پایښتي، بې مرګه او تلپاتې يئ.

شپږم پړاو هله دی، چې ټولو موجوداتو ته هوساینه او ښادي ور و بښئ، تاسې په ټولو کې له ټولو سره ياست؛ نو طبعیي ده، چې هوساینه او ښادي به په ټولو کې ويشئ، تاسې به له ټولو لپاره د ښادۍ او هوساینې دعا کوئ، که په لویدیځ کې وي که په ختيځ کې، که له تاسې لرې وي يا نږدې، شتمن وي که بېوزله، بېسواده وي که باسواده، که په دې نړۍ کې وي که په هغه کې چې لا دې نړۍ ته نه دی راغلی. که مو ښه ایسي که مو بد. ټولو ته د ښادۍ‌ هیله وکړئ، ټولو هغو کسانو ته چې په تاسې پسې ښـه وايي که بد، د ښاد‌‌ۍ هیله ورته وکړئ کله. چې هغوى ښاد وي؛ نو تاسې هم کولاى شئ، ښاد وسئ. هیله او دعا وکړئ، چې هغوى هسک نړۍ پال څښتن د دى ناپوهى او له دى خپګانه خلاص کړي.

لارې ډېرې دي، هغه لار وټاکئ، چې خوښه مو وي، ستاسې تمرين بايد منظم او پرلپسې وي. کېدای شي، داسې ورځې هم راشي، چې تمرين درته ستړی کوونکى شي؛ خو حوصله مه بايلئ، بايد نوې ساګانې واخلو. د کلونو کلونو د ذهن ګډوډي ده او روږد يي کړی او د دې روږد لرې کول، صبر او مهال غواړي.

 له څو مياشتو تمرین روسته به يو داسې پړاو ته ورسئ، چې له ښادۍ او خوشحالۍ به ډک شي، چې د تمرکز خوشحالي ورته ويل کېږي او چا چې يو ځل ددې خوشحالۍ خوند څکلی وي، تل ورپسې وي.

نن ډېر خلک مراقبې (ځان درملنې) ته مخه کوي، چې خپل روحي دباوونه او ګډوډۍ پرې لږې کړي. پوهه يي ډېره شي او روغتيا يي راوګرځي؛ هغوى چې څه غوړي، ور و به رسي؛ خو له ذهنه مو و نه وځي، چې له مراقبې موخه، هسک نړۍ پال څښتن ته رسېدل دي، د مراقبې موخه، له هر هغه څه نه د زړه شلول دي، چې بې له هسک نړۍ پال څښتن څڅه وي؛ نو د مراقبې موخه بايد له هسک نړۍ پال څښتن سره اړيکې ټینګول وي؛ نوځکه ښه به وي، په ورځني ژوند کې تم شو او ووايو: خدايه! له تاسره مينه لرم، غواړم له دې هم ډېر له تاسره مينه وکړم.

غواړم په دې نړۍ کې له هر چا نه ډېره مينه له تاسره ولرم.

اى زما لوى هسک نړۍ پال څښتنه! ما ته د خپل درشل پاکه مينه او ارادت راکړه، تر څو دا سرګردانه نړۍ مې سرګردانه نه کړي. خدايه! ما داسې سپېڅلی او برکتي کړه، چې ددې غمونو او دردونو د ډکې نړۍ د ټپونو مرهم شم.

چېرې چې مينه وي، هلته مراقبه يو طبيعى او اسان کار وي.

ځان ارام کړئ، ارام کړئ، ارام کړئ.

مراقبه له ارام کولو سره پيل کېږي؛ اکثره مهال هم معلومه نه وي، چې موږ هم تر دباو لاندي يو، ان هغه مهال، چې ويده يو، بدن او ذهن مو دمه او ارام نه کوي، موږ ورځني دباوونه له خپل ځان سره لېږدوو؛ نوځکه ارام او ژور خوب نشو کولای.

سهار هم ستړي له خوبه راپاڅو، د کار کولو لپاره د تازه توب او ځواک احساس نه لرو. دا موضوع هره ورځ وي او دا تشویش او ستړتياوې همداسې ډېرېږي، چې پر يوه فزيکي رنځورۍ بدله شي. نن ډېری رنځورۍ؛ لکه د زړه حمله، د وینې دباو، عقلي عصبي رنځورۍ او سابندۍ د همدې ذهنىي ګډوډيو او ستړتياوو پايله ده.

 چا رښتيا ويلي: رنځوري انسان نه وژنى؛ بلکې دننني دباوونه دي، چې انسان له دننه خوري.

نن د اراموونکیو درملو غوښتنه ډېره شوې؛ خو هغه څه ته چې موږ اړتیا لرو، د ورځې ذهني ارام دی.

د ذهني ارام لپاره ډېرې لارې دي، چې يوه يې داده:

١ _ په خونه کې سملئ، يا په يو داسې حالت کې کېنئ، چې ارام یاست او يا پر چوکۍ داسې کېنئ، چې پښې مو پر ځمکه لګي، څو ژورې ساګانې واخلئ.

٢ _ پخپل څنګ کې د هسک نړۍ پال څښتن سپېڅلی شتون احساس کړئ، چې هغه ته ناست يې، ځان ته ووايئ، دلته حقيقي هوساین هده، ستا په شتون کې وېرې، نهیلي، تشويشونه او ذهنى ګډوډۍ له منځه ځي.

زه اوس ارام يم. ارام، ارام، ارام.

٣ _ ذهن مو د سترګو عضلو ته متوجې کړئ ارام وکړئ، ارام وکړئ، سترګې مو پرانځئ، تصور وکړئ، وريزي مو ډېر درنې دي؛ پرېږدي پخپله مو سترګې بندې شي. درې ځل مو سترګې بندې او خلاصې کړئ.

٤ _ ذهن مو د خولې شاو خوا عضلاتو ته متوجه کړئ، ارام وکړئ… ارام وکړئ…

٥ _ د مخ عضلاتو ته مو دمه ورکړئ، پرېږدئ، مخ مو دمه شي.

٦ _ همدا کار د بند پر بېلو بېلو غړيو وکړئ.

٧ _ ژوره ساه واخلئ، بدن مو کش کړئ، دمه وکړئ او ساه مو وباسئ، دا کار درې ځلې تکرار کړئ، تاسې ارام او چوپ ياست.

٨ _ وزن مو کم شوی، سپک شوی او د اسمان پر لوري روان يئ. د وريځو غوندې په هوا کې لامبو وهئ؛ ارام او چوپ.

٩ _ د هسک نړۍ پال څښتن په شتون کې يئ، هسک نړۍ پال څښتن ته ووايئ! ستا په څنګ کې يم، ای سپيڅلي حضوره، زه ارام او ښاد يم.

 

د زړه خوالې

د بېلابېلو هېوادونو عارفانو، د مینې او حقيقت اوبه له يوې چېنې څښلي؛ هغوى په بېلابېلو کلمو د مینې او عبوديت ترانې ويلي؛ له بېلابېلو کلمو يې ګټه اخستې؛ خو د ټولو خبره يوه ده؛ ځکه ويلای شو، د دوى په ښوونو کې کو بنسټيز اړپېچ نشته.

 هر چا له خپل معبود سره د خپل زړه خبرې کلښي او داچې د زړه خبرې دي؛ نو زړه یې مني.

 په دې څپرکي کې مو د سادو واسواني د زړه يو څو خبرې راوړي دي.

 # متواضع (خاورين) وسئ؛ نو هله به مو دعاوې وريځې سورۍ او د هسک نړۍ پال څښتن عرش ته به ورسي.

# د بېوزليو درناوی او ملاتړ هغه مذهب دی، چې بشري تمدن ژغورلی شي.

# پام مو وسه، څه چې بښې، د يوې خوالې په بڼه مو په زړه کې پاتې شي.

# انسان بايد کمال ته ورسي او د هغه تقدير له هسک نړۍ پال څښتن څخه بې اعنايي نه ده؛ بلکې انسان بايد د هسک نړۍ پال څښتن يوه هډه او الهي اراده شي.

# هسک نړۍ پال څښتن داسې نه دى، چې نظم نه لري، په نړۍ کې ژوند وکړئ؛ خو دنیا ته اجازه مه ورکوئ، زړه ته مو درننوځي، کابو یې کړئ.

# په هسک نړۍ پال څښتن ايمان لرونکي درې نښې لري:

  1. د نړۍ پرېښوول
  2. تواضع، چې له ټولو سره د مينې زوکړه ده.
  3. پاکي چې د هسک نړۍ پال څښتن د جمال د ليدو پايله ده.

# د هسک نړۍ پال څښتن روح په ټولو کې شته، يواځې په عارفانو کې نه وي، ان ګناهکاران یې هم وزله کېدای شي.

# د چا په هکله قضاوت مه کوئ؛ بلکې ټولو خلکو ته ان هغوى چې درپسي بد وايي، دعا وکړئ.

# د ژوند غوره شېبې هغه دي، چې احساس کړو، نورو ته مینه ورکوو او د هسک نړۍ پال څښتن پېغام او شتون خلکو ته د لمس وړ وګرځو.

# هر غم او خپګان د تکامل په چوپړ کې وي.

# هسک نړۍ پال څښتن، مینه ده، دين مینه ده، مینه د ژوند تر ټولو ستر ځواک دی، مینه په حقيقت کې د ژوند تر ټولو ژوره فلسفه ده.

# هېڅ عارف يا پېغمبږ ښادي دربښلای نشي، بلکې دا شتمني به پخپله لاس ته راوړې.

# د انسان د ډېرو ستونزو جرړه، د يوازېتوب په احساس کې ده؛ خو چې کله احساس کړو، له خپل ځان څخه له ستر ځواک سره په اړيکې کې يو؛ نو ژوند به مو بډایه او ځواکمن شي.

# ويښ شه، غښتلی شه! د کولو لپاره ډېر کارونه را پرغاړه دي ډېر پېټي دي، چې بايد په وږو يې یوسو، غښتلی اوسه، ښه مبارزه وکړه. او برى تر لاسه کړه.

 # زړه د روح غړی دی او په چوپتیا کې دی، چې دا غړی غښتلې کېږي؛ په چوپتیا کې دی، چې له زړه پردې لري کېږي او د هسک نړۍ پال څښتن رڼا پرې لګي.

# اى د سپيڅلې رڼا او ژوند خدايه! هره ورځ مې د زړه کټوری ستا له مینه نه ډک کړه، چې له ځانه تېر شم او د غم ځپلیو په کار راشم؛ خیر دی، خپلې اوښکى او دعاوې به درکړم، ځان به تاته درډالۍ کړم.

 # چې تورتم شي، په هسک نړۍ پال څښتن د ايمان رڼا ده، چې په ما کې د ډيوې غوندې ځلېږي او د شپې او ورځې مې په زړه کې يو شانته ځلېږي،

# زما په پلټنه کې په هغه پسې، هغه دی، چې ما غواړي.

# ته به همغه شې، څنګه چې فکر او عمل کوې.

# له ټولو معرفتونو، کلمو، منطقونو او استدلالونو به راتېر شې او اخر به د چوپتیا په کور ورننوځې.

# هغه نه پېژنم؛ خو پردې ښه پوهېږم، چې بې د هغه له نامې بله غوره نامه نشته او هغه زما د زړه د ښار ښاروال دی.

# له مړينې مه وېرېږه، مرګ د ژوند د کتاب بله پاڼه ده، د ژوند کتاب هېڅکله نه خلاصېږي.

# ښايي ځمکه او اسمان يوه ورځ فنا شي؛ خو مینه يا حقيقت نه فنا کېدوني دي؛ نو په نه فنا کېدونيو پسې ونښله.

# خدايه! راپسې راشه، پر ټپونو مې مرهم کېږده. زما ملاتړی شه! چې ته يوازېنی رښتونی ملاتړى يې.

# خدايه! ته په بېلابېلو بڼو راښکاره شوی يې او په هره بڼه کې دې مینه نغښتې ده.

# چې کله مو له چا سره کومه کوشنۍ مرسته کړې وي، په واقع کې هغه مو له هسک نړۍ پال څښتن سره کړې ده، ان که له دې حقيقته بې خبره هم يې.

# پخپله خوښه دې نړۍ ته نه يم راغلی، هغه دلته راوړی يم. احساس کوم، دا زما کور نه دى، زما کور هغه سپېڅلې رڼا ده. دلته خورا سرګردانه يم؛ خو ايمان لرم، همغه چې دلته راوړی يم، يوه ورځ به مې بېرته خپل کور ته یوسي.

# که خپلې چارې مو هسک نړۍ پال څښتن ته ور ډالۍ کړې؛ نو عبادت حسابېږي.

# له ژوند سره يوځاى له غم ځپلیو ملاتړي شئ او له ټولو سره مينه وکړئ، هله به وي، چې ځان، تقدير، د ژوند خواله او هسک نړۍ پال څښتن به مو پېژندلى وي.

# چې کله د يو ملت زړه د اورغورځي غوندې وي، هلته به د سولې ګلان را و نه ټوکېږي.

 # له بدو او ښو مخکې ولاړ شئ، چې نور به بېلتون نه وي، د هسک نړۍ پال څښتن په لمن کې به يې.

# پېغمبرانو، هسک نړۍ پال څښتن، په توپانونو او زلزلو کې نه دى پېژندلی، هغوى هسک نړۍ پال څښتن پخپله دنننۍ چوپتیا کې پېژندلى دی.

# يوازې وسئ؛ خو ګوښي نه! له ټولو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ او په هغوى کې خداى ووينئ.

# لږ ګړېږئ او د خپل ړزه غږ ته غوږ شئ.

# رښتنې مړانې هغه دي، چې ددې مړانه ولري، چې يواځې له هسک نړۍ پال څښتن سره وي.

# که په مينه، خواخوږۍ او ايمان مو يوه پاڼه يو ګل يا يو نېک فکر، هسک نړۍ پال څښتن ته ورډالى کړ، هغه به يې قبول کړي. هسک نړۍ پال څښتن له موږه څه غواړي؟ لوى لوى کارونه يا څيزونه؟ نه! بلکې همدا واړه څيزونه او کارونه، چې په تواضع، ايمان، مينه او سادګۍ يې سر ته ورسوو.

# ايا د ژوند سختيو راخستی يې؟ له هسک نړۍ پال څښتن څخه مرسته وغواړئ، دعا وکړئ، خپلې دندې سر ته ورسوئ؛ خو خپلې دندې په تواضع سر ته ورسوئ، تيارې او سختۍ به پخپله ورکې شي.

# ايمان ته مو اجازه ور نه کړئ، چې په کړاوونو کې ولړزېږي هغه ته پتمن وسئ، توپانونه به پخپله کلار شي.

# نوې زده کړې په کار دي، چې زړه پرې راويښ کړو او زړه، چې راويښ شو؛ نو ذهن ته سمه لار ښيي.

# ظاهري کړنې دومره ارزښت نه لري، هو! ستاسې د زړه دعاوې دي، چې هسک نړۍ پال څښتن ته ارزښت لري.

# موږ په ظاهري سترګو قضاوت کوو؛ خو هسک نړۍ پال څښتن د انسان زړه ته ګوري. موږ ظاهري کړنو ته شاباسی ورکوو؛ خو هسک نړۍ پال څښتن نيت ته ګوري.

# بې رحمي د وېرې زوکړه ده.

# دينونه، مذهبونه او توکمونه بې شمېره دي؛ خو د ټولو د روح ژبه يوه ده او هغه مینه ده.

# مينه درلودل؛ یعنې له خداى سره مرسته کول.

# که مينه نشې کړاى؛ نو پوه شه، د يو کار هم نه يې.

# د سپيڅلې رڼا دروازې هر هغه چا ته پرانستې وي، چې د تورتمونو له غرونو راکوز شوي وي.

# که تندر راوغورځېږي، توپان راشي يا زلزله وشي، مه وېرېږه! ددې تندر، توپان او زلزلې شاته د هغه چا لاس دی، چې ځمکه يې پنځولې او هغه لوراند او عاشق دی.

# انسان بايد الهي تقدير د خپلې مينې په واکمنۍ کې پلي کړي.

# چې کله مو يو خپګان پر برخه شو؛ نو هسک نړۍ پال څښتن موسکی شي؛ ځکه پوهېږي، دا خپګان تېرېدونی دی او دا دردونه او خپګان دی، چې ژوند بډایه کوي.

 # هسک نړۍ پال څښتن، د انسان راز دی، انسان ځان نشي پېژندلاې، خوا داچې هسک نړۍ پال څښتن وپېژني. د انسان د شخصيت ژوره برخه هېڅ نه ده خو همغه هسک نړۍ پال څښتن.

# د هسک نړۍ پال څښتن د زيارت لپاره په کار نه ده، جوماتونه، معابدو،غرونو يا ځنګلونو ته ولاړ شو، هسک نړۍ پال څښتن په هر ځاى کې دی، پليځ، ښوونځي او… باید کې يې هم پیدا کړو.

# کاشکې، هغه څوک هېر نه کړو، چې کله مو هم نه هېروي.

# له انسانانو سره مه جنګېږئ؛ بلکې د هغوى په دننه کې له شيطان سره وجنګېږئ.

# د مینې ښادي غواړ‏ه، ستا ذهن ستړی دی، مینه تر ذهن غوره ده.

# په فلسفه، هسک نړۍ پال څښتن نه پېژندل کېږي؛ هغه ته د خپل روح د ټولو پوښتنو د ځواب په سترګو ووينه؛ هغه مو د ټولو پوښتنوځواب دی.

# د ژوند تر ټولو ارزښتمنه زېرمه میېن زړه دی، چې له ټولو سره هوسا وي.

# د ژوند پر لار، له هېڅ ماتې مه وېرېږه؛ ځکه هسک نړۍ پال څښتن درسره دى.

# اوسنى مهال تفاهم ته اړتيا لري؛ نن ډېر کسان تيارې شپې سبا کوي؛ خو يوه ورځ به هوکړې ته ورسي؛ د هوکړې سرچینه زړه دی او د سولې او ارامۍ سرچینه د هغه چا په زړه کې وي، چې مينه کوي.

# هغه بختور ملت دى، چې مشران او رهبران يې عابدان، انديالان او پر هسک نړۍ پال څښتن عاشقان وي.

# د چټلو او بدو خلک د نږه کولو لپاره هم هڅه وکړئ.

# هېڅوک دې دښمن نه دى؛ ځکه په الهي تقدير کې د هسک نړۍ پال څښتن رضا، ستا ملاتړې ده.

# ژوند له هر اړخه ښکلی دی؛ هر سيورى، د هسک نړۍ پال څښتن د ښکلا يوه زمينه ده.

# خبرې لږې، عمل ډېر.

# غوښتنې، ستونزې او ګناهګانې مو د هسک نړۍ پال څښتن په لمن کې کېږدئ؛ هغه ته د خپل وجود د تورتمونو له ور وړلو مه وېرېږئ، هغه ته کېنئ، څه ترې مه پټوئ، د هغه په حضور کې همغسې وسئ؛ لکه چې يې.

#هغه بختور دی چې پاک زړه لري؛ ځکه په هر ځاى کې د هسک نړۍ پال څښتن حضور ويني.

# مینه د ژوند ستر او غوره قانون دی.

پاى

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

        

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست