د سورة ابراهيم د منتخبو آیتونو شرح بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ابراهيم سورت ټوليزه منځپانګه : دا سورت د ګروهو – عقیدو، ورمونو- پندونو، ويناوو، د تېرو اقوامو د عبرتناكو حالاتو، د پېغمبرانو د رسالت او د آسماني كتابونو د نزول د موخو د څرګندولو يوه ټولګه ده[1]. الر كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ […]
د سورة ابراهيم د منتخبو آیتونو شرح
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د ابراهيم سورت ټوليزه منځپانګه :
دا سورت د ګروهو – عقیدو، ورمونو- پندونو، ويناوو، د تېرو اقوامو د عبرتناكو حالاتو، د پېغمبرانو د رسالت او د آسماني كتابونو د نزول د موخو د څرګندولو يوه ټولګه ده[1].
الر كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ﴿۱﴾ = الف، لام، را (دا) يو كتاب دى، چې موږ درلېږلی، چې خلك د دوى د پالونكي په توفیق او حکم (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو (د ايمان، عدل او پوهې) د رڼا پر لور د ستايل شوي ناماتي (الله) لارې ته راوباسې.
1_ پېغمبر (ص)؛د قرآن پلى كوونكى: ددې آيت له مهمو ټكيو ځنې، دا وينا ده، چې ((موږ قرآن درنازل كړى، چې خلك له تيارو ځنې رڼا ته راباسې))؛ يعنې كه څه قرآن مجيد د بشر د لارښوونې او ژغورنې كتاب دى؛خو پلي كولو او اجرا كوونكي ته اړتيا لري. بايد د پېغمبر په څېر يو مشر وي، چې په قرآن د حقيقت د لارې، بېلاري د بدمرغۍ له تيارو د نېكمرغۍ رڼا ته ښیون – هدايت كړي؛ نو ځكه ان قرآن به په دې ستریا – عظمت هم، بې د مشر، لارښود او پلي كوونكي له شتونه، ټولې ستونزې هوارې كړاى نشي[2].
وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ فَيُضِلُّ اللَّهُ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۴﴾ = او موږ هر قوم ته یې پخپله ژبه استازی ورلېږلی، چې (احکام او حقايق) ورروښانه كړي، بيا د الله چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وبولي) بېلارې كوي یې او چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي او هغه ناماتى حكيم دى .
4_ پېغمبرانو د خپلو اقوامو په دوديزه ژبه بلنه كوله: پېغمبرانو په لومړۍ درجه كې له خپل قوم (؛يعنې له هماغه ولسه، چې ترې راپاڅېدلى و،) سره اړیکه درلوده. پر ولس د پېغمبرانو د وحې وړانګې لګېدې او له همدوى يې لومړني ياران او ملاتړي وه؛ نو ځكه بايد هر پېغمبر د خپل قوم په ژبه خبرې وكړي، چې حقايق په ډاګه ورڅرګند كړي. همداراز له دې غونډلې ګټنه كېږي، چې د پېغمبرانو بلنه، يوه خارق العاده بلنه نه وه، چې خلك معجزه ډولي له بېلارۍ وژغوري او هدايت يې كړي؛ بلكې پېغمبرانو يوازې دنده درلوده، چې په ولس كې له خلكو سره په دوديزه ژبه وګړېږي او الهي بلنه ورتشريح كړي او تردې هاخوا؛ يعنې د خپل ښيون -هدايت او بېلارېتوب، په پېغمبرانو پورې اړه نه لري او دا خداى دى، چې دې ته په پامنيوي، چې خلك د پېغمبرانو بلنه مني که نه مني هر يو يې په مناسبه توګه هدايتوي يا بېلارې كوي[3].
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللَّهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿۵﴾ = او په رښتيا موږ موسى له خپلو نښو سره ولېږه (او ورته مو وويل : ) قوم دې له تيارو څخه رڼا ته راوباسه او ((ايام الله = د خداى ورځې)) وريادې كړه، چې هرومرو په دغو (پېښو) كې هر يو تکړه زغمناک منندوى ته عبرتونه دي.
5_ د خداى ورځې: ښكاره ده، چې ټولې ورځې او وختونه د خداى لپاره دي؛ خو د ((ايام الله؛ د خداى ورځې)) تعبير د ځانګړو ورځو ښوونكى دى، چې د هغو پېښو په پار، چې پكې پېښېږي يا به پېښې شي، د خداى سلطنت او چار داسې ښكاره كېږي، چې په نورو ورځو كې دغسې ښكاره كېدنه نلري؛ لكه د مرګ ورځ، چې اخروي سلطنت ښكاره كېږي او د نيوي اسباب بې اغېزې كېږي، يا د قيامت ورځ، چې هېڅوك په خپله خوښه او اراده بل ته څه چار كړاى نشي او ټولې چارې د خداى په واك كې وي؛ يا هغه ورځې، چې خداى پكې د نوح، عاد، ثمود او… قومونه هلاك كړل او خپله غوسه، لاسبري او سلطه يې ښكاره كړه؛ يا هغه ورځې، چې ځينې پېغمبران او لارويان يې په ځانګړې لورنې وژغورل؛ لكه هغه ورځ،چې نوح (ع) او ملګري يې له توپانه وژغورل يا يې پر ابراهيم (ع) اور، ګلستان كړ يا موسى (ع) او قوم يې له سمندره پورې ايستل او د فرعونيانو له شره يې وژغورل. د اهل بيتو په رواياتو كې هم ((ايام الله)) ته ډېر مصاديق ياد شوي، چې خورا څرګند يې د حضرت مهدي د راښكاره كېدو ورځ ده[4].
وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ ﴿۷﴾ = 7 او (همداراز درياد كړه) چې پالونكي مو خبر دركړ : ((كه شكر وباسئ ؛نو (خپل نعمتونه) به درزيات كړم او كه ناشكري وكړئ؛ [پوه شئ،چې] زما سزا سخته او درنه ده!))
7_ د پاسلنې – شكر حقيقت: بېشكه خداى د راكړيو نعمتونو په بدل كې زموږ شكر ته اړتيا نلري او كه د شكر ايستو سپارښتنه يې كړې؛ نو د نعمتونو ډېرولو ته يې كړې ده. مهمه داده، چې د شكر پر حقيقت پوه شو، چې د نعمت له ډېرښت سره يې اړيكه څرګنده شي او څرنګه پخپله يو روزنيز لاملېداى شي. د شكر حقيقت، د ((الحمدلله)) په څېر يوازې ژبنۍ مننه او تشكر نه دى؛ بلكې شكر درې پړاوونه لري: ړومبى داچې ځيرنه وكړو، چې څوك نعمت وركوونكى دى، چې ورپام كړو. دويم پړاو، ژبنى شكر دى. درېيم پړاو، چې تر ټولو خورا مهم دى، عملي شكر دى؛ يعنې داچې سم فكر وكړو، چې هر نعمت څه موخې ته راكړل شوى ، چې په هماغه خپل ځای كې يې وكاروو، چې كه داسې و نه كړو؛ نو د نعمت ناپاسلي – ناشكري او نامنندوينه به مو كړې وي. هو! كه د سترګو نعمت د الهي نښو د ليدو په لار كې، د غوږونو نعمت د خداى د آيتونو د اورېدو په لار كې، د عقل نعمت د هستۍ د پنځوونكي د پېژندو په لار كې او په ټوليز ډول هر نعمت په هماغه خپل بهير او ځاى كې ولګوو؛ نو د خداى مننه او پاسلنه به مو كړې وي؛ خو كه همدا نعمتونه د سرغړونې، ځانپالۍ، پېسمنې، ښاڅمنۍ- غرور، غفلت او له خدايه د پرديتوپ وزله وي؛ نو جوته ده چې د نعمت کفران او ناشکري مو کړې كه څه تل په خوله د خداى شكر وباسو. امام صادق (رح) وايي: (( ډېر لږ شكر دادى، چې نعمت له خدايه وګڼې، بې له دې چې خداى هېر كړې او زړه دې چور لټ پر نعمت بوخت كړې او چې څه خداى دركړي، پرې راضي او خوښ وسې او د سرغړونې وزله يې نه كړې او له نعمتونو يې په ګټنې د خداى له ((امر و نهې)) سره مخالفت ونكړې)). له دې ځايه څرګندېږي، چې قدرت، ځواك، پوهې، اندیز ځواك، ټولنيز نفوذ، شتمنۍ او روغتيا ته د شكر ايستو دود كوم دى او كفران يې څرنګه دى. له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې لولو: ((د نعمت شكر، له ګناهونو ډډه كول دي)). همداراز له دې ځايه د شكر او د نعمت د ډېرښت اړيكه څرګندېږي. كه انسانان د خداى نعمتونه د نعمت په واقعي موضوع كې سم ولګوي. په عمل كې جوتوي، چې ددې نعمتونو لياقت او وړتيا لري او دا يې لاملېږي، چې بركتونه او نعمتونه يې ډېر شي[5]. ددې ډلې پر وړاندې نالايق وګړي شته، چې ان كوم نعمتونه، چې لري، ورته زيات دي؛ دا خو لاڅه چې نعمتونه پرې ورزيات شي[6].
قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِي اللَّهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى قَالُوا إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا تُرِيدُونَ أَنْ تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ ﴿۱۰﴾ = استازیو يې وويل :(( ايا د اسمانونو او ځمکې د پیدا کوونکي الله په شتون کې شک دی؟! تاسې دې ته بلي، چې يوه برخه ګناهونه مو دروبښي او تر يوې ټاكلې مودې مهلت دركړي.)) (كافرانو) وويل :(( (موږ په دې خبرو نه پوهېږو؛ خو همدومره پوهېږو،چې) تاسې زموږ په څېر انسانان ياست او غواړئ له هغه څه مو واړوي، چې پلرونو مو نمانځل، [ که داسې نه ده]؛ نو یو دليل او څرګنده (معجزه) راوړئ))
10_ د دنيا او آخرت نېكمرغي؛ د پېغمبرانو(ع) د بعثت موخه : (( هغه مو رابولي، چې يوه برخه ګناهونه مو وبښي او تر ټاكلې مودې مهلت دركړي)). دا لنډه غونډله د پېغمبرانو د رالېږلو موخه څرګندوي. توضيح داچې د خداى قانون دا دى،چې هر موجود، خپل مطلوب كمال ته ورسوي او انسان هم په دې قانون كې شامل دى؛خو په دې نړۍ كې د انسان ژوند او كمال نه محدودېږي؛ بلكې هغه تلپاتې ژوند او نا محدود كمال ته د ورسېدو شونتيا لري؛ خو كه په نړۍ كې خوشې پرېښوول شي،پر ځاني غوښتنو اخته كېږي او په پايله كې سرغړاندي كوي او د دوو عذابونو مستحقېږي: لومړى، هغه عذاب، چې په همدې نړۍ كې به پرې راكېووځي او اجازه به ورنكړي، چې عادي او پاكيزه ژوند به ولري او تر ټاكلې مودې وړاندې به يې له نړۍ بوځي (؛لكه په تېرو اقوامو، چې عذابونه راکېوتي وو)؛ دويم، هغه عذاب دى،چې په آخرت كې به يې د ګناهونو په پار له غاړو راتاو شي او د تلپاتې نېكمرغۍ خنډ به يې شي؛ البته خداى په دې پار، چې انسان مطلوب كمال ته ورسوي، پېغمبران يې رالېږلي او نېكمرغۍ ته د ورسېدو لپاره يې لار او دود ورښوولى دى؛نو په پېغمبرانو پسې تلل، دوې ګټې لري: يوه، دنیوي ګټه،چې دا آيت يې په اړه وايي: (( وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى )) ( تر ټاكلې مودې مو پرېږدي او له دنیوي نعمتونو د ګټنې شونتيا درپېرزو كړي)؛ دويمه، اُخروي ګټه ده، چې په اړه يې وايي: (() لِيَغْفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ )) (چې ستاسې د لاروۍ په پار، ګناهونه مو وبښي او په اخروي عذاب كې راونه نغاړل شئ او تلپاتې نېكمرغۍ ته ورسئ)[7].
مِنْ وَرَائِهِ جَهَنَّمُ وَيُسْقَى مِنْ مَاءٍ صَدِيدٍ ﴿۱۶﴾ = په مخکې يې دوزخ دى او د وينو زوو اوبه پرې ورڅښلېږي.
16_ بدبويه چټلې اوبه: تردې آيت لاندې له پېغمبر اكرم (ص) نه روايت شوى دى: (( دوزخي ته بدبويه چټلې اوبه وروړي؛ خو ځان شاته كوي. بيا يې ښه ورنژدې كوي، چې بدن يې له تودوخې ورتېږي، د سر پوټكى يې را ايستل كېږي،چې څښي یې، دننه يې ګړوبېږي او دباندې ترې ووځي. په اړه يې خداى په قرآن كې ويلي: (( خوټېدلې اوبه په زور ورڅښل كېږي او دننه يې ګړوبېږي)) همدغسې يې ويلي: (( او كه اوبه وغواړي؛ نو داسې اوبه ورته راوړي، چې د ويلي فلز په څېر يې مخونه وريتوي))[8].
مَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ لَا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا عَلَى شَيْءٍ ذَلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ ﴿۱۸﴾ = هغوى چې پر خپل پالونكي كافران شوي، د كړنو بېلګه يې هغو ايرو ته ورته ده، چې د توپاني ورځې بړبوكۍ را الوزولي وي (او) د کړنو یې هېڅ اغېز پاتې نشي . همدا (له حقه) لرې بېلاري ده.
18_ د نېكچاريو او نامسلمانو مخترعانو بدله: له دې آيته او د قرآن له نورو آيتونو ګټنه كېږي، چې د كافرانو او د هغوى كړنې، چې توحيدي ايمان او ګروهه نلري، كه څه په ظاهره ښه وي؛ خو خداى ته څه ارزښت نه لري [ځكه كه د انسان بدن له ونې سره ورته وبولو، ګروهې د ونې جرړه او د انسان كړنې د ونې ښاخونه او پاڼې دي. په كافرانو كې، د ونې بيخ روست شوى دی ان كه په ظاهره ښكلې او ټينګه وي؛ خو بيخ او جرړه نه لري او پرڅه ارزښت ورته قايلېداى نشو]. دلته مهمه پوښتنه مطرحېږي، چې د هغو كافرانو پايله او برخليك به څه وي، چې عمر يې د خلكو په چوپړ او نېكچارۍ كې تېر كړى وي؟ په ځواب كې وايو، چې دا ډول وګړي له دوو حالاتو وتلي نه دي؛ يا يې نيت او انګېزه توکیزې – مادي ګټې، شهرت پيدا كول، قدرت او شتمني لاس ته راوړل وو؛ يا يې انساني او ولسي نيت درلود او خلكو ته د چوپړ په لټه كې او نېكچارى و. د لومړۍ ډلې برخليك څرګند دى. دوى له خداى او خلكو هېڅ ډول بدله نه غواړي او بدله يې هماغه ګټه او شهرت دى، چې غوښتل یې او ورسېدلي دي؛ خو دويمه ډله، بېشكه، له خدايه به مناسبه بدله ومومي. شونې ده، چې دا بدله په نړۍ كې وي يا شونې ده، چې په بله نړۍ كې؛ خو دا جوته ده، چې پوه او عادل خداى، دوى بې برخې كوي نه؛ خو څنګه او څرنګه، جزئيات يې راڅرګند نه دي. همدومره ويلاى شو (( إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ؛ خداى د نېكچاريو اجر نه ضايع كوي)). هو! كه انساني او ولسي چوپړتياوې له ايمان سره مل وي؛ نو اوچت ثوابونه به ولري. كه بې له دې وي، يو مخې به بې بدلې وي؛ البته د كړنو وړو بدله يوازې جنت ته په ورننووتو كې نه ده؛لكه چې له امام كاظم (رح) نه په يو روايت كې لولو: (( په بني اسرائيلو كې يو مؤمن و، چې كافر ګاونډى يې درلود. كافر له خپل مؤمن ګاونډي سره ښه چلن كاوه، چې ومړ، خداى يو كور ورته جوړ كړ،چې د اور تپ نه وررسېده… او ورته وويل شو، چې دا چار له مؤمن ګاونډي سره دې د ښه چلن په پار دى)). همدغسې له پېغمبر (ص) نه د قريشو د يو مشر او په جاهليت كې د مشهور مشرك، ((عبد الله بن جدعان)) په هكله روايت شوى: (( ابن جدعان، ډېر لږ عذابی دوزخي دی)) وپوښتل شو: ولې يا رسول الله؟ ويې ويل: ((وږي يې مړول)) په بل روايت كې لولو، چې پېغمبر (ص) عدى بن حاتم (د حاتم طايي زوى) ته وويل: (( ستا د پلار د سخاوت له لامله، سخت عذاب ترې هاخوا شو))[9].
وَبَرَزُوا لِلَّهِ جَمِيعًا فَقَالَ الضُّعَفَاءُ لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنْتُمْ مُغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ قَالُوا لَوْ هَدَانَا اللَّهُ لَهَدَيْنَاكُمْ سَوَاءٌ عَلَيْنَا أَجَزِعْنَا أَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِنْ مَحِيصٍ ﴿۲۱﴾ = او (په قيامت كې) به ټول الله ته ورڅرګند (ورغونډ) شي، په دې وخت كې به كمزوري [= ناپوهه لارويان ] سرغړاندو( او بېلاري مشرانو) ته وايي :(( موږ مو لارويان وو؛ ايا (اوس چې ستاسې د لاروۍ له لامله پر الهي سزا اخته شوي يو) ؛نو څه الهي عذاب رانه لرې كولاى شئ ؟ )) وايي :(( كه الله سمه لار راښوولې واى؛ نو موږ به هم درښوولې واى؛(خو اوبه تر ورخ تېرې دي) كه نارې سورې او ځګېروي وكړو او يا له زغمه كار واخلو؛ نو راته بې توپيره ده (او) هیڅ خلاصی راته نشته!)) .
21_ كه خداى سمه لار را ښوولى واى؛ نو موږ به هم سمه لار درښوولې واى: په ظاهر كې له هدايته مطلب، د دوزخ له عذابه خلاصېدو ته لارښوونه ده؛ يعنې بې لارې مستكبر مشران، حال داچې په عذاب كې سوځي، خپلو ناپوهو لارويانو ته وايي: كه خداى له جهنمه د وتو لارښوونه راته كړې واى؛ نو موږ هم هلته لارښوونه درته كوله. ښايي مطلب يې په نړۍ كې حق دين ته لارښوونه وي؛ يعنې كه خداى په نړۍ كې توفيق راكړى او سمه لار يې راښوولې واى؛ نو موږ هم درښووه؛ خو موږ د خپل كبر په پار او تاسې د خپل حماقت له امله دواړه بې لاري او دوزخي شوو؛ البته په واقع كې دا دواړه تفسيره يو دي؛ ځكه څه چې په قيامت كې ښكاره كېږي، يوازې په نړۍ كې د انسان ګروهې او كړنې دي،چې حقيقت يې پټ دى او هلته ښكاره كېږي[10].
وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الْأَمْرُ إِنَّ اللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلَّا أَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلَا تَلُومُونِي وَلُومُوا أَنْفُسَكُمْ مَا أَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنْتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَا أَشْرَكْتُمُونِ مِنْ قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۲﴾ = او چې كله (په قيامت كې د حساب) كار پاى ته ورسي، شيطان وايي :((په حقيقت كې الله رښتینې ژمنه درسره كړې وه او ما هم ژمنه درسره كړې وه؛خو بې لوزي مې درسره وكړه،پر تاسې مې څه واک نه و؛خو داچې را ومې بللئ؛ نو راسره مو ومنله؛نو پړه راباندې مه اچوئ او خپل ځانونه پړه وګڼئ، نه زه ستاسې د چیغو اورېدونکی یم او نه تاسې زما د چیغو اورېدونکي. تاسې چې تردې مخكې زه (د الله په چارو كې) شريك ګڼلم،ترې منكر يم )) په رښتینه کې ظالمانو ته دردناك عذاب دى!
22_ د شيطان وسوسې، له انسانه واك نه اخلي: له دې آيته ښه ګټنه كېږي،چې شيطاني وسوسې له انسانه اختيار، آزادي او اراده نه اخلي؛ بلكې هغه يو بلوونكى دى او دا انسانان دي،چې په خپله خوښه د شيطان بلنه مني؛خو شونې ده، چې مخكېنۍ لارې چارې او د ګناهونو تداوم، انسان تردې بريده ورسوي، چې د وسوسو پر وړاندې د بې واكۍ يو ډول حالت پكې ورپيدا شي؛ لكه په نېشه يانو كې چې د نېشه ییزو توکیو په باب ليدل كېږي. د نحل سورت په 99 او 100 آيتونو كې لولو: (( شيطان پر هغوى لاسبرى نه وي، چې ايمان لري او پر خپل پالونكي توكل كوي، واك يې يوازې پر هغوى وي،چې هغه يې خپل پالندوى كړى وي او هغوى چې له هغه (=خداى) سره شرك پيدا كوي (او د خداى د فرمان پر ځاى د شيطان فرمان ته غاړه ږدي) )) همداراز شيطان په دې توګه، هغوى ته خوله ماتى ځواب وركوي، چې خپل ګناهونه د هغه پر غاړه ور اچوي او د خپلې بې لارۍ لامل يې ګڼي او لعنت پرې وايي او دا عوام ډولى منطق ځپي،چې يوه شمېر ګناهګاران يې ځان سپيناوي ته راوړاندې كوي[11].
أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ ﴿۲۴﴾ = ايا پوه نه شوې، چې څرنگه الله “پاکه کلمه” (او سپېڅلې وينا) د (داسې) پاکې (او ښه ذاتي) ونې په څېر بېلگه راوړه، چې بېخ يې (په ځمكه كې) ښخ او څانګې يې په اسمان كې دي؛
24_ د توحيد سپېڅلې ونه: د قرآن په آيتونو كې له ځيرنې تر لاسه كېږي، چې له ((كلمه طيبه؛ سپېڅلې وينا)) مراد (چې له پاكې ونې سره ورته شوې) پر توحيد حقيقي او پايښتې ګروهه ده. ددې ګروهې آر او بنسټ (؛ يعنې خداى تعالى) هغه شتون دى،چې بيخي له منځه نه ځي او هېڅ ادلون بدلون پكې نه راځي. له همدې لامله د ونې له ثابتې جرړې سره ورته شوې، چې ټول حقايق او بركتونه ترې راولاړېږي.سپېڅلې ګروهې، ښه خوى او ښې كړنې (چې د انسان واقعي ژوند او د انساني ټولنې توکیزه او مانیزه – مادي او معنوي ابادي) ورپوره تړلې،دا ټول له دې جرړې راولاړېږي. چې كله توحيد په انسان كې جرړه وځغلوي، پخپله انسان، د سپېڅلې ونې مصداقېږي، چې له يوې خوا يې زړه او روح له خداى سره تړاو مومي او بلخوا خلك يې له بركاتو برخمنېږي. له همدې امله، له اهلبيتو عليهم السلام څخه په ډېرو روايتو كې، تردې آيت لاندې راغلي،چې دا سپېڅلې ونه، د اسلام پېغمبر (ص) او پاكه كورنۍ يې ده. ان ويلاى شو، چې هره سمه ګروهه او هر صالح كړه وړه، ددې پاكې ونې مصداق دى، چې له توحيدې ګروهې راولاړېږي او په هستۍ كې يې خير او بركتونه خپرېږي[12].
وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ ﴿۲۶﴾ = (همداراز) “خبيثه كلمه “(شرک او ناولې خبره) د بذ ذاتې ونې په څېر ده،چې [بېخ يې] د ځمكې له سره را ايستل شوى (او) ټينګه نه وي .
26_ د كفر او ګناه ناولې ونه: ((كلمه خبيثه))هر خبيث او ناولي څيز ته ويل كېږي، بده او ناوړه وينا، غلطې او بې لاروونكې كړلارې او ناولي او چټل انسانان په ((كلمه خبيثه)) كې رانغاړېږي. ښكاره ده، د ناولې او سپېرې ونې جرړه را ايستل شوې، وده نه لري او نه پرمختګ او بشپړتيا، نه ګل كوي او نه مېوه نيسي او نه سيورى لري او نه منظره، نه ټیکاو او پایښت، يوه دړه ده، چې يوازې د سوځولو په درد خوري[13]. په ځينو رواياتو كې اوڅار شوې، چې د اهل بيتو دښمنان ددې ونې مصداق دي[14].
يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ وَيُضِلُّ اللَّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ ﴿۲۷﴾ = الله مؤمنانو ته په دنيوي ژوند او آخرت كې هم په ثابتو ويناوو او ګروهو ټيکاو ور پر برخه كوي او ظالمان لار ورکي كوي (او خپله لورنه ترې اخلي) او الله چې څه وغواړي (او مصلحت يې وبولي) هماغه كوي.
27_ په حق لار كې د پايښتنۍ بدله: خداى په دې آيت كې هغو مؤمنانو ته وعده وركوي، چې په ټينګه ګروهه پر خپل ايمان ولاړ وي، چې د دوى د پايښتنې په بدل كې، په دنيا او آخرت كې يې له سمې لارې له ښويېدو ژغوري او د خپلې نېكمرغۍ په بهير كې يې ساتي. يو مهم پړاو، چې انسان په خپل تكاملي بهير كې بايد تېر كړي، له نړۍ ځنې برزخ ته (؛يعنې مرګ) د لېږد پړاو دى. تردې آيت لاندې په پرېمانه راغليو رواياتو كې لولو، چې خداى په دې پړاو كې پايښتي مؤمنان د ښويېدو له خطره ژغوري. د بېلګې په توګه: له امام صادق نه روايت شوى دى: (( شيطان د مرګ پر مهال زما د لاروي ښي او كيڼ لوريو ته ګرځي راګرځي، چې زموږ له ( ولايته) يې واړوي؛ خو خداى نه غواړي دا تن وښويېږي او دا د (( يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ…..)) مانا ده؛ البته دا پړاو، د انسان د حركت يو پړاو دى، خداى په دې آيت كې وعده وركړې، چې پايښتي مؤمنان په دنيا او آخرت كې له ښوييدنې ساتي[15].
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَتَ اللَّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ ﴿۲۸﴾ = ايا هغوى دې ونه ليدل، چې د الله (وركړى) نعمت يې پر كفران او ناشكرۍ واړاوه او خپل قوم يې د هلاكت پر کور وردېره کړ ؟
28_ هغوى چې د الهي نعمت ناشكري يې وكړه: له دې وګړيو مطلب، په تېرو امتونو او هم د پېغمبر (ص) په امت كې د بېلارۍ مشران دي، چې د الهي نعمتونو د مننې پر ځاى يې د نعمت ناشكري او كفران وكړ او د خداى له نعمتونو يې د خداى په خوښه ګټه ونه كړه؛ ځكه د الهي نعمتونو غوره مننه، د نعمتونو داسې كارول دي، چې د خداى خوښه وي او ژبنى شكر، د مننې يو پړاو دى. په دې توګه يې ځانونه او خپل قوم سوځنده جهنم ته وروكاږل. له حضرت علي (ك) په يو روايت كې لولو: (( موږ (اهلبيت) د خداى يو نعمت يو، چې پر خپلو بندګانو يې لورولي دي)) بېشكه د خداى بې شمېره نعمتونه دي؛ خو سپېڅلي امامان عليهم السلام بشريت ته د خداى له سترو نعمتونو ځنې دي[16].
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْأَنْهَارَ ﴿۳۲﴾ = الله هغه ذات دى، چې اسمانونه او ځمكه يې پېدا كړل او له اسمانه يې اوبه وورولې، چې په دې اوبو يې ستاسې د روزۍ لپاره (له ځمكې ډول ډول) مېوې راېستلي او بېړۍ يې درايل كړې،چې په حكم يې په سمندر کې روانې شي او (همداراز) سيندونه يې درايل كړل؛
وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَائِبَيْنِ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ ﴿۳۳﴾ = او هغه تل په يو شان روان (د) لمر و سپوږمۍ (ګټې) درايل کړې او (همداراز) شپه و ورځ يې ستاسې ایل كړل ؛
32 او 33 _ انسان د قرآن له ليدلوري: انسان د قرآن له ليدلوري دومره ستریا لري، چې د خداى په حكم ټول ژوي يې ايل دي؛ يعنې يا يې د چارو واګې د انسان په لاس كې دي يا د انسان د ګټو په چوپړ كې دي. په هر حال، انسان ته دومره ستریا وركړاى شوې، چې د پنځون – پيدايښت په ټولګه كې د يوې لوړې موخې په بڼه راوتلى دى. ددې ټولو نعمتونو سپړنه – شرح، پردې سربېره، چې په انسان كې يو نوى او تازه وګړه – شخصيت راپنځوي او د خپل مقام له ستریا يې خبر وي، د مننې حس هم پكې راپاروي. د يادونې وړ ده، چې د قرآن په هڅوب – فرهنګ كې تسخير او ايل پر دوو ماناوو راغلى دى، يو داچې د لمر و سپوږمۍ په څېر څيزونه د انسان د ګټو او مصالحو په چوپړ كې دي او بل داچې په سمندرونو كې د بېړۍ چلولو په څېر د څيزونو واګې د انسان په لاس كې دي[17].
وَآتَاكُمْ مِنْ كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ ﴿۳۴﴾ = او څه مو چې (له خدايه) غوښتي، ټول يې درکړي او كه د الله نعمتونه وشمېرئ (؛نو) شمېرلاى يې نشئ،حقيقت دادى،چې انسان [په خپل حق کې] ظالم او زيات نامنندوى دى .
34_ اړتياوې مو، دركړل شوي: دا آيت وايي، چې خداى درباندې لورنه وكړه او، چې څه مو وغوښتل، يوه برخه يې دركړه (پام مو وي، چې په (( مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ)) غونډله كې ((مِن)) تبعيضيه او توپيري دى). په دې علت ويل شوي، چې ډېرى وختونه، انسان له خدايه يو څيز غواړي، چې په واقع كې زيان يا ان هلاكت يې پكې وي او پخپله نه پوهېږي؛ خو پوه، حكيم او لوراند څښتن يې دغسې غوښتنې نه وركوي او ډېرى وختونه انسان له خدايه په خوله څه نه غواړي؛ خو د حال، فطرت، پنځ – طبيعت او هستۍ په ژبه يې هيله لري او خداى يې وركوي او په(( مَا سَأَلْتُمُوهُ)) كې كېداى شي په ژبه غوښتنې او د حال په ژبه غوښتنې راونغاړل شي[18].
رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ فَمَنْ تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۳۶﴾ = پالونكيه! دغو [= بوتانو] ډېرى خلك بېلارې كړل؛ نو څوک چې مې لاروي وکړي؛ نو له ډلې مې دی او چا چې مې سرغاړی وکړ [چار یې درسره دی چې] ته لورین بښونكى يې .
36_ د ابراهيم (ع) حقيقي زامن: په تېر آيت كې مو ولوستل، چې حضرت ابراهيم(ع) له خدايه وغوښتل، چې هغه او زامن يې له بوتنمانځنې وژغوره. په دې توګه يې انسانان په موحد او مشرك ووېشل او له خدايه يې وغوښتل، چې هغه او زامن يې په مؤحدانو كې كړه. دا آيت وايي، چې ابراهيم خليل الله خداى ته وويل، چې څوك په رښتيا زما پر لار او دود (چې توحيد دى) ولاړ شي، له ما ځنې دى او څوك چې په زړه او عمل كې زما له لارې او دوده واوړي او ځان پر شرك ككړ كړي، له ما څخه نه دى. ويلاى شو، چې ښايي حضرت ابراهيم (ع) په ښكاره دا ټكى ويلى وي، چې خدايه، كه څه مې درنه وغوښتل، چې زامن مې له شركه وساتې، حقيقي اولاد مې هغوى دي، چې زما له دينه (چې ستا نمانځنه ده،) لاروي وكړي؛ ان كه په ظاهر كې مې له ځوځاته نه وي او هغوى چې د توحيد له دينه مخ اړوي، تړاو راسره نه لري؛ ان كه په ظاهر كې مې له ځوځاته وي. دا يو ډېر مهم ټكى دى، څه چې خداى او وليانو ته يې ارزښتمن دى، ظاهري تړاوونه نه دي؛ بلكې خداى ته ارزښتمنې كچې له پېغمبرانو او امامانو سره مانيز تړاوونه او اراوییز ورته والى دى[19]. له امام صادق(رح) نه په يوه روايت كې لولو: (( د چا چې ښه ايسو، زموږ له اهلبيتو ځنې دى)) د حديث راوي وايي، چې امام ته مې وويل: درځار ، ايا له تاسې دى؟! ويې ويل: (( پر خداى قسم، چې له موږه دى، ايا د خداى خبره دې اورېدلې نه ده، چې د ابراهيم (ع) له خولې وايي، چې ((څوك مې لاروي وكړي، له ما ځنې دى)). )) په بل روايت كې ترې لولو: ((چې څوك له تاسې الهي تقوا خپله او ځان سم كړي، له موږ اهلبيتو ځنې دى)) د حديث راوي امام وپوښت: له تاسې اهلبيتو ځنې دى؟! امام وويل: ((له موږ اهلبيتو ځنې دى؛ ځكه په دې باب ابراهيم (ع) وويل: ((چې چا مې لاروي وكړه، له ما ځنې دى)). عمر بن يزيد ترې وپوښتل: [ايا په رښتيا] له آل محمد (ص) ځنې دى؟! امام وويل: ((هو! پر خداى قسم، له آل محمد (ص) څخه دى. پر خداى قسم، له هغوى ځنې دى. آيا اورېدلي دې نه دي، چې خداى وايي: (( په ابراهيم پسې ورغلي خورا ورته وړ دي))؟ او هم د ابراهيم (ع) دا خبره: چې راپسې راغى؛ نو له ماځنې دى))؟))[20].
رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِنْدَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ ﴿۳۷﴾ = پالونكيه! ما په يو بې اوبو او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه، ستا د قدرمن كور ترڅنګ مېشت كړه،چې نمونځ وكړي؛ نو ته د يو شمېر خلكو زړونه ورواړوه او له محصولاتو ځنې روزي وركړه،چې منندوى شي .
37_ په مكه كې د هاجرې او اسماعيل پرېښوول: دا آيت هغې زمانې ته اشاره لري، چې ابراهيم (ع) له خپلې مينزې هاجرې بي بي د زوى خاوند شو او نامه يې اسماعيل شو؛ نو د لومړۍ مېرمنې سارا بي بي كينه ورته راوپارېده او د هاجرې او زوى شتون يې زغملاى نشو؛ نو ځكه يې له ابراهيم(ع) څخه وغوښتل، چې دا مور او زوى بل ځاى ته بوځه. ابراهيم (ع) يې د خداى په حكم غوښتنه ومنله او اسماعيل او مور يې هاجره، مكې ته بوتلل، چې په هغې زمانې كې، وچ ډاګ او ناهستوګنه سيمه وه، دلته يې پرېښوول، خداى پاماني يې ورسره وكړه او ستون شو. څه وخت تېر نه و، چې دا كوچنى او مور يې تر ټكنده لمر لاندې تږي شول. هاجرې بي بي د خپل ماشوم ژغورنې ته ډېره هڅه وكړه او هغه خداى، چې غوښتي یې ول، مكه د نمانځنې ستر مركز كړي،د زمزم چينه يې راوبهوله. څه موده روسته د ((جُرهُم)) بېديا ګرځی ټبر،چې له نژدې يې تېرېده، له پېښې خبر شو او همدلته هستوګن شو او مكې لږه لږه بڼه خپلوله[21].
مُهْطِعِينَ مُقْنِعِي رُءُوسِهِمْ لَا يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ وَأَفْئِدَتُهُمْ هَوَاءٌ ﴿۴۳﴾ = ځغلي به، سرونه به يې نېغ پورته نيولي وي، سترګې به نه رپوي او رډ به ګوري (؛ځكه هر لوري ته چې ګوري؛نو د عذاب نښې ښكاري) او (په دې حال كې) زړونه يې (ښويېږي او له هيلو او عقله) تشېږي!
43_ په قيامت كې د ظالمانو حال: په مخكې آيت او دې آيت كې د قيامت ځانګړنې يادې شوي دي: سترګې به نه رپوي، سرونه به يې نېغ پورته نيولي وي او هرڅه يې هېرېږي. دا پر هغه ورځ د ظالمانو حال دى، همغوى چې هرڅه ته به يې په كبر كتل او ملنډې يې پرې وهلې؛ خو نن د سترګو د رپولو وس هم نه لري او ددې لپاره، چې هيبتناكې منظرې و نه ويني اسمان ته رډ رډ ګوري؛ ځكه هره خوا، چې ويني، وحشتناكې منظرې ويني. هغوى چې ځانونه يې يومخې عقل ګڼل او نورو يې بې عقلان بلل، داسې خپل عقل او هوښ له لاسه وركوي،چې كتل يې د لېونو څه چې د مړيو دي؛ چې كله قرآن يوه منظره انځوروي، په لنډو عباراتو يې پوره انځوروي، چې بېلګه يې همدا دوه آيتونه دي[22].
وَأَنْذِرِ النَّاسَ يَوْمَ يَأْتِيهِمُ الْعَذَابُ فَيَقُولُ الَّذِينَ ظَلَمُوا رَبَّنَا أَخِّرْنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ نُجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ أَوَلَمْ تَكُونُوا أَقْسَمْتُمْ مِنْ قَبْلُ مَا لَكُمْ مِنْ زَوَالٍ ﴿۴۴﴾ = او خلك له هغې ورځې ووېروه،چې عذاب پرې راشي؛ نو ظالمان وايي : ((پالونكيه! لږ مهلت راكړه، چې بلنه دې ومنو او په استازیو پسې ولاړ شو.)) (؛ خو ځواب اوري : ) ايا مخكې مو قسمونه نه خوړل، چې هېڅ زوال به مو پر برخه نشي؟
44_ د آيت كومې ورځې ته اشاره ده؟: په تېرو دوو آيتونو كې په قيامت كې د ظالمانو سخت او اندېښمن حالت انځور شو. دا آيت هم خلک له هغې ورځې ډاروي، چې الهي عذاب پكې راځي. د علامه طباطبايي په څېر ستر مفسر پردې باور دى، چې منظور ترې د قيامت ورځ نه؛ بلكې هغه ورځ ده، چې ناڅاپه په همدې نړۍ كې الهي عذاب رانازلېږي او د پېغمبرانو او امتونو ترمنځ يې ورمندون كوي او د پېغمبرانو ظالم او كبرجن دښمنان له منځه وړي. دا عذاب، د ټولو امتونو په هكله – له پېغمبرانو د سرغړونې په شرط – دى او د اجل په رارسېدو يې هم پلى شوى دى. د لوط، هود، ثمود،….، قومونه، هغه اقوام دي، چې قرآن يې په ډاګه دنيوي عذاب ته اشاره كړې ده. ان د اسلام د پېغمبر (ص) امت (چې تر پېغمبر (ص) روسته ټول انسانان رانغاړي) هم له دې قانون مستثنى نه دى او د قرآن په ډېرو آيتونو كې، دې امت ته په همدې نړۍ كې د عذاب ژمنه وركړ شوې ده. هغه ورځ، چې ددې امت ظالمان به په الهي عذاب كې راونغاړل شي او ورك به يې كړي او نور به د شرك او سرغړونې په هكله څه خبره نه وي او پر ځمكه يوازې موحد مؤمنان پاتېږي؛ لكه چې خداى په دې اړه وايي: ((په زبور كې مو تر ذكر [= تورات] روسته كښلي، چې صالح بندګان به مې د ځمكې (د واكمنۍ) وارثين شي)) (انبياء_105 آيت)[23]. په زړه پورې خو داچې د اهل بيتو په رواياتو كې لولو، چې د انبياء 105 آيت د حضرت امام مهدي راښكاره كېدو ته اشاره لري، چې ځمكه به له ظلمه تر خولې راتلو روسته، له عدل او نياوه ډكه كړي[24].
يَوْمَ تُبَدَّلُ الْأَرْضُ غَيْرَ الْأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ وَبَرَزُوا لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ﴿۴۸﴾ = پر هغه ورځ، چې دا ځمكه پر بله ځمكه او اسمانونه (پر نورو اسمانونو) واوړي او (خلك) د ايکي يو پياوړي “الله” پر وړاندې ورښکاره (او ورغونډ) شي.
48_ قيامت؛ له انګېرنې اوچت يو چار: په هغو آيتونو كې، چې په قيامت كې يې د اسمانونو او ځمكې د ادلون بدلون او تغيير په باب خبرې كړي، پكې له ځيرنې څرګندېږي، چې دا موضوع دومره عظمت لري، چې د بشر له پوهې او دركه وتلې ده او حقيقت يې انځورولاى نشو. يوازې دومره پوهېدل كېږي، چې پر هغه ورځ په ټوليز ډول د هستۍ نظام تغيير مومي او په بله بڼه كېږي. كه په دې باب په راغليو رواياتو كې، له حسي مطالبو سره مخېږو؛ نو پام مو وي، چې دا ټولې بېلګې ته دې، چې اذهانو ته مو دا ستره پېښه رانژدې كړي؛ لكه چې د قرآن په آيتونو كې همدغسې ده؛ لكه چې د النبآ سورت په 20 آيت كې لولو(( په قيامت كې غرونه روانېږي او د سراب په بڼه كېږي)). څرګنده ده، چې د غرونو له سرابېدو مطلب، له خپلو ځايونو يې روانېدل او له منځه تګ يې دى، نه داچې غرونه د سراب په بڼه شي. همدغسې كه په رواياتو كې لولو، چې په قيامت كې خاوره پر سپينو زرو اوړي، مثال او ذهن ته د ورنژدېدو لپاره ده؛ كه نه له عقلونو مو د هغې ورځې حقيقت پټ دى[25].
[1] نمونه، 10: 259 مخ.
[2] نمونه، 10: 267 مخ.
[3] نمونه، 10: 269+ الميزان، 12: 15 مخ.
[4] الميزان، 12: 17 مخ.
[5] نمونه، 10: 278 مخ.
[6] منشور جاويد، 1: 248 مخ.
[7] الميزان، 12: 26 مخ.
[8] بحار الانوار، 8: 244 مخ.
[9] نمونه، 10: 314 مخ.
[10] الميزان، 12: 42 مخ.
[11] نمونه، 10: 327 مخ.
[12] الميزان، 12: 49 مخ.
[13] نمونه، 10: 335 مخ.
[14] اطيب البيان، 7: 384 مخ.
[15] الميزان، 12: 63 مخ.
[16] الميزان، 12: 54 مخ.
[17] نمونه، 10: 355 مخ.
[18] نمونه، 10: 375 مخ
[19] نمونه، 10: 357 مخ.
[20] الميزان، 12: 69 مخ.
[21] نمونه، 10: 362 مخ.
[22] نمونه، 10: 375 مخ.
[23] الميزان، 12: 80 مخ.
[24] الميزان، 14: 338 مخ.
[25] الميزان، 12: 87 مخ.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- اړتياوې مو
- انسان د قرآن له ليدلوري
- بدبويه چټلې اوبه
- پښتو ترجمه
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- په قيامت كې د ظالمانو حال
- په مكه كې د هاجرې او اسماعيل پرېښوول
- پېغمبر (ص)؛د قرآن پلى كوونكى
- پېغمبرانو د خپلو اقوامو په دوديزه ژبه بلنه كوله
- د ابراهيم (ع) حقيقي زامن
- د ابراهیم سورت تفسیر
- د پاسلنې - شكر حقيقت
- د توحيد سپېڅلې ونه
- د خداى ورځې
- د دنيا او آخرت نېكمرغي؛ د پېغمبرانو(ع) د بعثت موخه
- د سورة ابراهیم تفسیر
- د شيطان وسوسې
- د كفر او ګناه ناولې ونه
- د نېكچاريو او نامسلمانو مخترعانو بدله
- دركړل شوي
- قيامت؛ له انګېرنې اوچت يو چار
- كه خداى سمه لار را ښوولى واى؛ نو موږ به هم سمه لار درښوولې واى
- له انسانه واك نه اخلي
- ه حق لار كې د پايښتنۍ بدله
- هغوى چې د الهي نعمت ناشكري يې وكړه