تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  د سورة الجمعة د منتخبو آیتونو شرح  د جمعې سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت په دوو بنسټيزو چورليزونو چورلي: لومړى،توحيد او د خداى ځانګړنو ته پاملرنه،د اسلام د پېغمبر (ص) د بعثت موخه او معاد. دويم، د جمعې د نمانځه رغنده کړلار او ددې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 د سورة الجمعة د منتخبو آیتونو شرح

 د جمعې سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت په دوو بنسټيزو چورليزونو چورلي: لومړى،توحيد او د خداى ځانګړنو ته پاملرنه،د اسلام د پېغمبر (ص) د بعثت موخه او معاد. دويم، د جمعې د نمانځه رغنده کړلار او ددې سترې نمانځنې ځينې ځانګړنې (نمونه، 24: 101 مخ)

 وَآخَرِينَ مِنْهُمْ لَمَّا يَلْحَقُوا بِهِمْ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۳﴾ = او (همداراز) نورو ټولنو ته (هم استازى) دى،چې لاتر اوسه ورسره نه دي يو ځاى شوي (اسلام یې راوړی نه دی) او هغه بريمن حكيم دى .

 3_ بله ډله، چې لا تر اوسه يو ځاى شوې ورسره نه ده: داچې د اسلام پېغمبر (ص) يوازې د عربو نالوستو ته رالېږل شوی نه و او بلنه يې نړيواله وه، دا آيت ټول هغه مسلمانان رانغاړي، چې تر صدر اسلام روسته مسلمانان شوي دي. په يو حديث كې وايو، چې كله پېغمبر (ص) دا آيت ولوست، اصحابو وپوښت: دوى څوك دي؟ پېغمبراکرم (ص) د سلمان فارسي (رض) پر شا لاس كېښود او ويې ويل: (( كه ايمان په ثريا (لرې ستوري، چې په لرېوالي كې متل و) كې وي، ددې ډلې ځينې خلك پرې لاس مومي)). (نمونه، 24: 109 مخ.)

مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۵﴾ = د هغو كسانو بېلګه؛ پر كتابونو د بار شوي خره په څېر ده، چې د تورات پر عملي كولو مكلف شوي ول؛خو عملي يې نه كړ. [وه] د هغې ډلې بېلګه څومره ناوړه ده، چې د الله آيتونه يې دروغ وګڼل او الله ظالمانو ته سمه لار نه  ورښيي .

 5_ پر خره بار څو كتابونه: دا آيت د يوې ډلې يهودو په هكله خبرې كوي، چې په تورات او انجيل كې يې د اسلام د پېغمبر (ص) ځانګړنې، نښې او د راښکاره كېدو زېري لوستل او پوره پوهېدل، چې حضرت محمد (ص) ددې نښو او زېرو مصداق دى؛ خو ايمان يې پرې نه راوړه. دې ځانخوښي قوم، تش د تورات په نامه يا لوست يې قناعت كاوه، بې له دې، چې د منځپانګې په اړه غور او عمل پرې وكړي، د خره په څېر دي، چې په حماقت او ناپوهۍ كې متل او د هر چا په خوله كې دي. خر يوازې د كتابونو دروند والى ننګېري – احساسوي ورته بې توپيره ده، چې ډبرې يا لرګي پرې وربار دي که داسې كتابونه، چې د هستۍ خوالې او د ژوند ګټورې کړلارې پكې دي. دا بې عمله عالم ته يوه څرګنده بېلګه ده، چې د علم د دروندوالي پازوالي پر اوږو وړي؛ خو له بركتونو يې ګټه اخستى نشي. همداراز په دې آيت كې هغه وګړي هم رانغاړېږي، چې د قرآن له الفاظو سره سرو كار لري؛ خو له منځپانګې او عملي كړلارې يې ناخبره دي. له علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((خلكو! چې پر څه پوه شوئ؛ نو عمل پرې وكړئ، چې ښیون ومومئ؛ ځكه هغه عالم، چې پر خپله پوهه عمل ونكړي، تش کړهاند – سرګردان ناپوهه دى، چې له خپلې ناپوهۍ په سد نه راځئ؛ بلكې د حق حجت پرې غټ ، خپګان يې دايمي او خداى ته ډېر پړ دى)) (نمونه، 24: 114مخ او الميزان، 19: 277 مخ)

قُلْ إِنَّ الْمَوْتَ الَّذِي تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُ مُلَاقِيكُمْ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۸﴾ = ووايه : (( په رښتینه كې دا مرګ،چې ترې تښتئ؛ نو هرومرو درسره مخامخېدونکی دى، بيا به د پټو او ښكاره وو پوهېدونكي [الله] لوري ته وربوتلل شئ؛نو څه چې مو كول، له [حقيقت او پايلو] به یې مو خبر كړي .))

8_ ولې يو شمېر له مرګه ډارېږي؟: ددې مطلب غټ دليل دادى، چې تر مرګ روسته ژوند باندې ايمان نلري. يا كه ايمان لري؛ خو ايمان يې د يو ژور باور بڼه نېولې نه ده او پر اندونو او عواطفو يې واكمنه شوې نه ده. طبيعي ده، انسان له فنا او نيستۍ ډارېږي؛ خو كه انسان ددې روايت پر مضمون باور وكړي، چې (( دنيا د مؤمن زندان او د كافر جنت دى))؛ نو بيخي له مرګه نه ډارېږي؛ په عين حال كې، چې د تكامل بهير د وهلو لپاره ژوند غواړي. د عاشورا په پېښو كې لولو، چې څومره به پر امام حسين (رض) او يارانو يې د دښمن كړۍ راتنګېده؛ نو څېرو يې بل واهه او غوړېدې. د عاشورا پر ګهيځ يې بوډاګان ملګري خندني ول او چې په دې اړه به پوښتل كېدل. ويل يې: دا ځكه بل ساعت د شهادت شربت څښو او حورالعين په غېږ كې رانيسو. له مرګه د ډار يو بل علت، له بريده وتلې په دنيا پورې زړه تړنه ده؛ ځكه مرګ د انسان او محبوب ترمنځ يې بېلتون راولي او له هغو شونتياوو زړه راکښل خورا سخت دي، چې سوكاله ژوند او مېلو چړچو ته يې چمتو كړی و. يو تن ابوذر (رض) په دې باب وپوښت؟ ويې ويل: ((دا ځكه، تاسې دنيا اباده كړه او خپل آخرت مو ويجاړ كړ. طبيعي ده، چې نه مو خوښېږي له آبادۍ ځنې كنډوالۍ ته ولاړ شئ)) درېيم لامل يې، په كړنليك كې د حسناتو تشوالى او د بديو ډېروالى دى. (نمونه، 24: 121 مخ.)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۹﴾ = مؤمنانو! چې د جمعې ورځې د نمانځه اذان وشي؛ نو د الله يادولو خوا ته وروځغلئ او پېر پلور پرېږدئ . كه پوه شئ؛ نو دا درته غوره ده .!

9_ د اوونۍ ستره ((عبادي_ سياسي))غونډه: د جمعې لمونځ، يو ټوليز او ستر عبادت دى او د عبادت د ټولیزو اغېزو له امله زړونه د ګناهونو له زنګونو پاكوي او روح سپېڅلى كوي. دا ستره الهي فريضه، د اوونۍ ستره غونډه ده، چې د حج تر كلنۍ غونډې روسته ستره اسلامي راټولېدنه ده. له پېغمبراکرم (ص) نه په يو روايت كې لولو: ((د جمعې نمونځ، د نشتمنو حج دى))؛ دې ته په اشارې، چې د حج ډېرى بركتونه د جمعې د لمانځه په ټولنه كې هم شته. په دې باب په رواياتو كې پرېمانه ټينګار شوى دى؛ له پېغمبر اکرم(ص) نه په يو روايت كې لولو: ((چې څوك د ايمان له مخې (او خداى ته) د جمعې په لمانځه كې ګډون وكړي، خپل كړه وړه دې له سره پيل كړي)). بل ټكى دا، يو شمېر ګروهن دي، چې دا لمونځ د معصوم امام يا يې د ځانګړي استازي له دندو ځنې دی؛ په بله وينا، د معصوم امام د حضور په وخت پورې اړوند دى؛ حال دا، ډېرى څېړونكي ګروهن دي، دا چار، د جمعې د نمانځه د عيني وجوب شرط دى او تخييري وجوب ته دا شرط لازم نه دى او د غيبت په زمانه كې هم دا نمونځ كړاى او د ماسپښين نمانځه ځايناستى كولاى یې شو. (نمونه، ۲۴ ټ/ ۱۳۹ مخ)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!